د ستورو ورا Khayal Muhammad Katawazai

You might also like

Download as odt, pdf, or txt
Download as odt, pdf, or txt
You are on page 1of 104

‫د ستورو ورا‬

‫شعرونو ټولکه‬

‫خيال محمد کټوازی‬

‫لمریز ‪۱۳۸۶‬‬

‫ځانګړنې‬
‫د ستورو ورا‬ ‫دکتاب نوم‬
‫خيال محمد‬ ‫ويناوال‬
‫کټوازی‬
‫‪ ۱۰۰۰‬ټوکه‬ ‫چاپ شمېر‬
‫‪۱۳۸۶‬‬ ‫چاپکال‬
‫حاجي محمد‬ ‫‌ډيزاين‬
‫عمر خېل‬

‫د انتيرنيټ په مخ ترتيب او‬


‫ډیزاین کوونکې سمسور حبيبي‬

‫بسم الله الرحمن‬


‫الرحیم‬
‫یادونه‬
‫دغه شعري ټولګه مې د ‪۲۰۰۶‬ع کال په اوږدوکې د‬
‫هالند د‬
‫روتردام په ښارکې لیکلې ده چې له‬
‫یوشمېرشعرونوسره مې‬
‫پښتومتلونه هم راوړي خو په ځنې شعرونوکې یې د‬
‫قافیې‬
‫او وزن په خاطریوڅه بدلون میندلی چې دپاڼې په پای‬
‫کې‬
‫‪ .‬مې بېرته په اصلي بڼه لیکلي دي‬
‫مادخپلې وسې سره سم زیار ایستلی چې‬
‫په خپله‬
‫ژبه یانې په پښتوژبه شعر ووایم اوکه په ځینې‬
‫شعرونوکې د‬
‫قافیې کمښت نه یم اړ ایستلي نوزیاته هڅه مې کړې ده‬
‫چې‬
‫‪ .‬دپردیوکلمواولغتونوڅخه ډډه وکړم‬
‫د دې کتاب شعرونه مې که څه هم دغزل‬
‫په شکل‬
‫اوبڼه کې راوړې دې خو منځپانګه یې توپیر لري ‪،‬دشعر‬
‫د‬
‫نوروڅېرو په تېره دنوې اوآزادشعر په لیکلومې خپل‬
‫وس‬
‫‪ .‬اوبخت نه دې ازمویلي‬
‫دکتاب متن مې پخپله ټایپ کړی دی که‬
‫کومه‬
‫ټایپي تېروتنه ولري او وزن یاماناته یې زیان رسولی وي‬
‫نوپه ماباندې بخشنه ولوروئ‬

‫زه په شعر وېیلوکې یواځې د الهام رول ته ډېره‬


‫عقیده نلرم‬
‫بلکې ددې په څنګ کې زیات لیکل‪،‬لوستل اوتمرین کول‬
‫هم‬
‫خورا زیات اهمیت اوګټه لري یانې دشعر ناوکۍ هغه‬
‫مهال‬
‫ښه ښکلمیندلی شي چې سینګارته یې زیات پام وشي‬
‫‪.‬‬
‫که څه هم زه یومسلکي شاعر نه یم‬
‫خودخپل ګران‬
‫هیواد اوسپېڅلیوخلکو مینې اودخپلې مورنۍ خوږې ژبې‬
‫پور اوعشق مې دې ته اړباسي چې که دخپلې سرلوړې‬
‫ژبې‬
‫په سمندرکې یوڅاڅکی هم ور زیات شي نوحق به یې‬
‫یوڅه‬
‫اداوبللی شي ځکه چې دیوه توکم هویت ‪،‬‬
‫موجودیت ‪،‬برم‬
‫تاریخ‪،‬ویاړ اودرنښت تر ډېرې کچې په ژبه پورې اړه لري‬
‫او‬
‫که له دوئ څخه ژبه واخستله شي نوهغوی بیاخپل‬
‫کلتوري‬
‫هویت‪،‬ملي جذبې‪،‬دهیوادمینه‪،‬لرغونې ارزښتونه‪،‬تاریخي‬
‫کارنامې اوتوکمیزې اړیکې نشي پېژندلی اونه دهغوپه‬
‫‪ .‬اهمیت اوخوندپوهېدلی شي‬
‫په درناوۍ خیال محمد کټوازی‬
‫هالند روتردام‬
‫‪۲۰۰۶ - ۱۲ - ۲۹‬‬

‫دخیال محمدکټوازي لنډه پېژندنه‬

‫خیال محمددعبدلغفارزوئ په کال ‪۱۳۲۹‬کې دپکتېکاد‬


‫ولیت دمرکزدښرنې دملکانوپه کلې کې زېږېدلی‪،‬لمړنۍ‬
‫زده کړې یې دښرنې دعلي باباپه لېسه کې نورې زده‬
‫کړې‬
‫یې د رحمان بابا په لېسه کې اولوړې زده کړې یې‬
‫پوهنتون‬ ‫دکابل‬
‫‪ .‬دابیاتودژورنالیزم په څانګه کې پای ته رسولې‬
‫له ‪۱۳۴۹‬کال څخه یې دراډیوافغانستان‬
‫دخپرونوپه‬
‫ډېروبرخوکې کارکړی دی ‪،‬په ‪۱۳۵۵‬کې‬
‫دراډیودخپرونو‬
‫دلوی مدیریت مرستیال په ‪۱۳۵۷‬کې دراډیوتلوېزیون‬
‫د‬
‫‪.‬وزارت معین اودسولې اوپیوستون ریس وو‬
‫خیال محمد کټوازی د ‪۱۳۵۸‬کال په پیل کې‬
‫داطل‬
‫عاتو اوکلتور وزیر وټاکل شوخودهمدې کال دجدې په‬
‫شپږمه نېټه په افغانستان باندې دشوروي اتحادله‬
‫یرغل‬ ‫خوا‬
‫وشواوخیال محمدیې سمدلسه زندان ته ور ټېل‬
‫واهه چې دشورویانوداستعمارپه ټول دوران کې‬
‫دببرک‬
‫کارمل دڅرخي پله په زندان کې څه ناڅه نهه کاله‬
‫کوټه قلف‬ ‫بې ګنا‬
‫‪ .‬ساتل شوی وو‬

‫په ‪۱۳۶۷‬کال کې څرنګه چې شورویان له‬


‫افغانستان‬
‫څخه په زورشړل شوي وودډاکتر نجیب دملي‬
‫مصالحې‬
‫په دوران کې دنهه کاله زندان له تېرولو څخه‬
‫وروسته د‬
‫نوروزندانیانوسره یوځای راخلص شو‪،‬یوکال وزګار‬
‫ؤ‬
‫اوبیایې دباندنیوچارو په وزارت کې لمړی دسلکاراو‬
‫ورپسې یې دمعین په توګه دنده درلوده‪،‬په ‪ ۱۳۷۰‬کې‬
‫سفیرپه توګه‬ ‫د‬
‫دلیبیا هیوادته ولړ اویونیم کال وروسته‬
‫دجهادي ډلوټپلودخپل منځي درنو جګړوپه وخت کې‬
‫د‬
‫‪ .‬دهالندهیواد ته مهاجرشو‬
‫خیال محمد دهمدې کتاب په ګډون درۍ‬
‫شعري‬
‫کتابونه لري اوله ‪۱۳۴۹‬څخه تر ‪۱۳۵۷‬کال پورې‬
‫په ځینوخپرونو په‬ ‫دهیواد‬
‫تېره بیاپه راډیوکې لیکنې او څېړنې‬
‫‪ .‬لري‬

‫پښتو‬
‫ځوانه که پښتو وايې نو ښه پښتو به وايې‬
‫دغه دجنت له‬
‫خواتوښه پښتوبــــــــه وايــــې‬

‫ته د درنوغرونوپه لمنوکې لوی شوی یې‬


‫سپکه خوبڼکه‬
‫ده‪،‬درنه پښــــتو بـــــــه وايې‬
‫ښه يې له پرديوزیږوتوروڅخه وچڼه‬
‫ستا ژبه سپېڅلې ده‬
‫سوچه پښتو بـــه وايې‬
‫داد ګلو ونه چې وطن پرې ښکلی شوی دی‬
‫څانګې ورنه مه‬
‫شکوه نګه پښتـــو به وايې‬
‫اوس يې چې ګرېوان ته تورلسونه ورلوېدلې‬
‫دې‬
‫ښه په لمن پاکه‬
‫پښتنه پښــــــــــــتو به وايې‬
‫ژبه خوپسول ده د ولس دښکل ناوې ته‬
‫ګل غوندې سمباله‬
‫په ګاڼه پښتو به وايې‬
‫ځنې غمازان يې د اوګرې غوندې لړي سره‬
‫ستا څخه مې هیله ده‬
‫خوږه پښتو به وايې‬

‫بیايې دنړۍ له سترو ژبو سره سیاله کړه‬


‫ځانته که افغان وایې‬
‫کـــــره پښتو به وایې‬
‫ښکلې امېلونه دشعرونو ور په غاړه کړه‬
‫خیاله» ښه مهینه«‬
‫ښایستـــه پښتو به وایې‬

‫واګې‬

‫ګردچاپېره مې راګـــــــرزوې‬
‫ګـــــردابـــــــــــه‬
‫ل‬
‫تــــــــــــرڅومې څرخوې دغم دریابه‬

‫د وطن دمینې اورته چــــې‬


‫کــــــړېــــــــــــــږې‬
‫ته‬
‫زمـــــــــادزړګي غوښه یـــــــې کبابه‬

‫هرمطرب مې شرنــــــــګوي دزړه‬


‫تـــــــــارونه‬
‫ستاپه شانې وچ‬
‫لرګی شومـــــــه ربابه‬

‫اوس غبارد ناپــــوهــــــــــــــــي راپسې‬


‫ګرزې‬
‫چې مې غېږې ته‬
‫پناه دروړه کـــــتـابه‬

‫دژوندواګې مې دعشق په ولــــــــکه‬


‫ولړې‬
‫له اورمېږسره‬
‫مې څه غواړې تـــــنابه‬

‫لکه شپه چې پـــــه رڼــــاورشـــــــــــــې‬


‫زړښته‬
‫زه دې وایستمه‬
‫هسې لـــــــه شــــــبابه‬

‫مادعشق په نوم خپل سرپه لس کې در ووړ‬


‫تا په پڅه توره‬
‫غوڅ کړانقـــــلبــــــــه‬

‫چې د«خیال »په سرکې شوراومستي ګورې‬


‫ستادزړه په شان‬
‫مستي لري سیلبه‬

‫راځه‬

‫دواړه سترګې دې لږتورې کړه راځه‬


‫امېلونـــــه‬
‫دې درپـــــــــــــورې کړه راځه‬
‫یووار بیا دبڼوبریدراباندې وکړه‬
‫دزړه‬
‫ستــــــنې مې نسکورې کړه راځه‬

‫له تندي دې دلونګوخوشبويي ځي‬


‫تورپـــېکی‬
‫دې دورې دورې کړه راځه‬

‫که زمادزړه توتي په دام کې ساتې‬


‫دازړې لومې‬
‫دې نـــــــــــورې کړه راځه‬

‫چې ځواني دې په نظر نشي له مانه‬


‫غوړې څڼې‬
‫دې لږ ســـپورې کړه راځه‬

‫که د«خیال »د اوسېدوخونې ته راشې‬


‫دروازې‬
‫درســــــره پــــــورې کړه راځه‬

‫د اکبر توره‬

‫دغم برخې مې لیکې قلمه ولې‬


‫پام دې نه را باندې نیسې ګرمه‬
‫ولې‬
‫چې پخپله یې پتنګ په اورستي کړ‬
‫ترګهیځه پورې ژاړي‬
‫شمعه ولې‬
‫داکبر دلس وسله چې اوس خرڅېږي‬
‫ډک بوړی به دمېړانې‬
‫ږدمه ولې ‪۱‬‬
‫چې په خوله باندې مې نوم دهیوادراشي‬
‫تربڼولندې مې ګرزې‬
‫نمه ولې‬
‫دوطن د ویاړ شمله مې راکوزېږې‬
‫ل تر اوسه نه ماتېږې‬
‫زغمه ولې‬
‫ستاپه چوف کې خومې تللي وونذرونه‬
‫هرسرکوزې ته دې اړکړم‬
‫دمه ولې‬
‫په هیوادکې مې دوینو باران اورې‬
‫زه به ناست یمه دبل په‬
‫تمه ولې‬
‫د«خیال »زړه خوڅه کوربه دهرشي نه دی‬
‫تل ترتله پکې مېشت یې غمه‬
‫ولې‬
‫‪-------------------------------‬‬
‫بوړی =توپک (دتوپک یوډول دی چې پخوا‪۱:‬‬
‫)‪ .‬یې ډېراستعمال درلوداوتر نورو ګرانه هم وو‬
‫‪ :‬په پښتولنډیوکې ډېر یادېږي لکه‬
‫تردابوړي توپک دې جارشم‬
‫تړلی تا دی کږه زه له خیاله ځمه‬

‫د ستورو ورا‬

‫ګلشن په ګلوښکلی دی کېډۍ ورڅــخه مه‬


‫وړه‬
‫چمن یې رنګین‬
‫کـــــړی دی غوټۍ ورڅخه مه وړه‬

‫په دښته دآسمان کې یې رڼــــا لــــــــــګې‬


‫تورتمه‬
‫د ستورو د وراناوې ده‬
‫سپوږمۍ ورڅخه مه وړه‬
‫دسیندپه غورځنګونوکې مستي یې دزړه هیله‬
‫کبــــــان ورڅخه‬
‫مـــــــه وژنه هیلۍ ورڅخه مه وړه‬

‫دا غشې دلینـــــــــــــــدیوڅخه وبــــــــــاسه‬


‫صیاده‬
‫بیدیاورسره ښه‬
‫برېـــــښې هوسۍ ورڅخه مه وړه‬

‫نسیم دپسرلي ورسره لــــــــــوبــــــــــــــې‬


‫کوي بازه‬
‫دازرکې دې که‬
‫زاڼـــــــــــې توتکۍ ورڅخه مه وړه‬

‫ادم چې په دې ځمکــــــــــه خلیفه د‬


‫الهــــــــــــي ده‬
‫دژوند ښکلې توښه‬
‫یــــــــې دا نړۍ ورڅخه مه وړه‬

‫ترڅوبه په دې غرونودتـــــاسیوری ګرزې‬


‫دېــــــــــبه‬
‫د«خیال» دزړه دمینې ښاپـــــــــــېرۍ ورڅخه‬
‫مه وړه‬

‫لیې مږه بولي‬

‫‪«۱‬‬ ‫یومتل دی وایي مکړه هغه منډه‬


‫چې لمن دې شې په کلې کې‬
‫»بربنډه‬

‫دمېړانې دې کمی نشته افغانه‬


‫خوغمونه دې لیکلې دي په‬
‫ټنډه‬
‫چې په لس باندې وازیږي څه حاجت دی ‪«۲‬‬
‫چې په خوله یې خلصوې تړلې‬
‫»ګنډه‬

‫غلیمانوموبیاتي په لس نیولې‬
‫له هرلورې غوڅوي دوطن‬
‫څنډه‬

‫‪«۳‬‬ ‫لتراوسه پورې مږه ورته وایي‬


‫دپټي ریشکه یې وخوړله‬
‫»غونډه‬

‫ستا له هرنګه ښېګڼوڅخه تېریو‬


‫خوداغله دې بېرته وباسه‬
‫ګاونډه‬

‫چې په تورودې وهو ویجاړبه نشې‬


‫کلک ولړیې دافغان دلرې خنډه‬

‫چې یې برخې له ازله راوېښلې‬


‫خدازده څه شوه دپښتون دنصیب‬
‫ونډه‬

‫ستا دپوهې په سمندپورې یې اړه ‪«۴‬‬


‫چې دبخت بګۍ به څوپوري وي رنډه »‬
‫‪۵‬‬

‫که هرڅودې تشوو نه خالي کېږې‬


‫لتر پیڅوپورې ډک یې د ویرډنډه‬

‫دزړګي دخندا ګل مې نه غوړېږې‬


‫په هرمټ باندې مې بارده دغم‬
‫پنډه‬

‫ستاله پت سره به پایود«خیال » ژبې‬


‫دپښتون دتوکم مورې مه شې کونډه‬
‫‪۴‬‬
‫‪.....................................................................‬‬
‫‪.....‬‬
‫وایي مکړه هغه منډه چې سومبۍ دې شي بربنډه ‪۱:‬‬
‫غوټه (ګنډه)چې په لس خلصیږي خولې ته ‪۲:‬‬
‫‪ .‬څه حاجت دی‬
‫دپټي ریشکه یې ټوله وخوړه دوئ یې ل مږه بولي‪۳:‬‬
‫)سمند = آس = نیلی (د آس یو ډول دی ‪۴ :‬‬
‫رنډ=نه منونکی=ځېل کونکی=رېنګه کونکی ‪۵ :‬‬

‫خطر‬

‫نصیب وکړې هسې چارې په ماباندې‬


‫وبه نـــــــکوي انګار‬
‫پـــــــــــــه وچې سپاندې ‪۱‬‬

‫دعزت کالي مــــې کــــــــاږې لـــــه بدنه‬


‫په لغتو مــــــــــې‬
‫وهـــــــــــي راپورې خاندې‬

‫زه له شرمه چاته حال وېـــــــــیلی نشم‬


‫برچه پک دي خدازده څه‬
‫راباندې کاندې‬

‫تش زګروی کــــولی نشمه سخـــتي ده‬


‫چې ټټرمې شـــــــو د اوښ‬
‫تـــــرسینې لندې‬

‫دواړه لس مـــــې راتړي په ځنځیرونو‬


‫ټېـــــــــــــل وهي مې د اجل‬
‫په لور وړاندې‬

‫د رباب اودشپېلۍ نغمې سړې شوې‬


‫اوس په هره خواکې چیغې دې‬
‫یاساندې‬

‫مـــــورې پــټه خوله دې ونیسه خطردی‬


‫نورد«خیال»په قبرمه شکوه‬
‫غړواندې ‪۲‬‬
‫‪--------------------------‬‬
‫سپانده = سپېلنی ‪۱ :‬‬
‫غړواندی = غړوندی = غاړ ‪۲:‬‬

‫دفکرکجاوه‬

‫دیدن ته دې راغلی یم ماڼۍ ته مې درپـــــــرېــــــږده‬


‫په څنګ کې به دې کېنمه نالۍ ته مې درپـــــرېږده ‪۱‬‬

‫پوهېږم چې په سترګوکې دې شرم ځای نیــــــــولی‬


‫مجبوریم درته ووایم خولګۍ ته مې درپرېــــــــږده‬

‫که داغوښتنه ګرانه وي نوخوادې بده مــــــــــــه شه‬


‫ګرېوان ته دې لس نه دروړم تڼۍ ته مې درپرېږده‬

‫که لږ پسې درتېرشمه دښکــــــــــــــــلې مخ له پولې‬


‫دزنې ترمڼې لندې غــــــــــــــــړۍتـــــه مې درپرېږده‬

‫دزلفـــــــوله هـــــــــــرټـــــــال سره دې فــــــکر زنګومه‬


‫چــــــــې زړه درسره وتړم کمڅۍ ته مې درپــــــرېږده‬

‫داټـــــــــولـــــې مې که نه منې نو وه بدرۍ جــــــمالې‬


‫د اوښکوله باران سره سولګۍ ته مې درپرېــــــږده‬
‫دفکـــــــــرکجــــــــاوه مې د واده په اوښ سپـــــره ده‬
‫د«خـــیال»سپېره نصیبه ناوکۍ ته مې درپرېــــږده‬
‫‪۱۲‬‬
‫‪----------------------------------‬‬
‫نالۍ = توشکه ‪۱ :‬‬

‫مرغلرې‬

‫که لرې رانه پاته دې که برې رانه پاته‬


‫دزړه دواړه ټوټې مې برابرې رانه‬
‫پاته‬
‫په ځالودګوربتوکې چرګوړې مېشته شوې‬
‫دچتکوپه منګولوکې کوترې رانه پاته‬
‫پردیویرغلونوکړم له ساندوسره روږدی‬
‫له ډول اوله اتڼ سره سندرې رانه‬
‫پاته‬
‫نسیم یې له پلوسره خوځښت کولی نشو‬
‫دږیروپه تاړاک کې خیالیګرې رانه پاته‬
‫نږدې ورته ورتلی نشم له زهرو یې‬
‫وېرېږم‬
‫په ستونې دښامارکې مرغلرې رانه پاته‬
‫واټن دپردېسیومې دهیلوزمری وژنې‬
‫وطن مې ترغدیولندې لرې رانه‬
‫پاته‬
‫له تېکې څخه توره مودبل په امر وزي‬
‫بدله زمانه شوله ډغرې‬
‫رانه پاته‬
‫د«خیال »دزړه شاهین دی دهواپه لټه پایي‬
‫دښکارپه تورولوموکې وزرې رانه پاته‬

‫‪۶‬‬
‫پرتله‬

‫خال دې پاچا تندی وزیر زلفې لښکرې‬


‫په هیوادونودې ولکه ده‬
‫زورورې‬
‫خوله دې دربارغاړه دې ارګ سینه دې تخت ده‬
‫دواړه لېمې دې پیره دارې‬
‫بختورې‬
‫مخ دې سپوږمۍ ځواني دې لمرخالونه ستورې‬
‫ستادښکلډېوې بلېږې‬
‫خیالیګرې‬
‫وربل دې دام څڼې دې لومې د ورېښمو‬
‫زمادزړه بوراخومه نیسه‬
‫دلبرې‬

‫‪۱۳‬‬

‫رنګ دې ګلب ونه چنار بوی دې دمشکو‬


‫نوم دې په درسته نړ ۍ تللی‬
‫مرغلرې‬
‫څڼې دې ړنګې کړه زمادمټ له پاسه‬
‫په خوند دې نه یمه په خرپ دې یم«‬
‫»ګاځرې‬
‫زړه دې انګارګوګل نغری مینه دې اورده‬
‫مایې لمبو ته کړوې د‬
‫لرې لرې‬
‫زمادزړه ستنې به ړنګې کړې له بېخه‬
‫که دې راواړولې سترګې‬
‫مرورې‬
‫خوله دې غوټۍ خندا دې ګل دیدن دې باغ دی‬
‫دعشق بلبل مې غږوي درته‬
‫سندرې‬
‫د«خیال » له پام څخه به ولړې نشې دواړه‬
‫دتادسولې ښایسته سپینې‬
‫کوترې‬
‫ځونډی‬

‫اوردمینې راکړه چې لوګی دې شم‬


‫وچ به دې نظرکړم سپېلنی دې‬
‫شم‬
‫خوله خودې پېزوان په اجاره یوړه‬
‫لس دې رانږدې کړه چې بنګړی دې‬
‫شم‬
‫څڼې دې زماترملوپېچه‬
‫ځان راسره وتړه مېږوی‬
‫دې شم‬
‫ښه مې په کتوکتوکې وڅاره‬
‫ستازمریوسترګوته کبلی دې‬
‫شم ‪۱‬‬
‫تاخو په ګلونوزړه بایللی دی‬
‫راشه چې دهیلوپسرلی دې‬
‫شم‬
‫پاس مې د وربل په څوکو وټومبه‬
‫ښکلې چې په څڼیوکې ببری دې شم‬
‫اوسم به دمشکوله وږموسره‬
‫یاره که په غاړه کې ځونډی دې‬
‫شم‬
‫خیال »په ګودرونوباندې ګرزوه«‬
‫پرېږده چې په سرباندې منګی دې‬
‫شم‬

‫‪۱۵‬‬
‫‪---- --------------------------‬‬
‫کبلی = دهوسۍ زوی = آهوبره ‪۱:‬‬

‫دکورګټې‬
‫‪۱‬‬ ‫که دزړه دمینې رازغواړې دچټې‬
‫کیسې ټولې دې له اوښکوسره پټې‬

‫‪«۲‬‬ ‫نڅاګره چې نڅاکولی نشې‬


‫»وایې مځکه لکږه وینم له سټې‬

‫چې له شوقه به په لره سمې نه تلې‬


‫په دې ښارکې پاک لمنې اناوټې ‪۳‬‬

‫خپلوښکېل کړو دپردیو په دامونو‬


‫کنه موږخودرلودلې پخې مټې‬

‫که یې لستی له خپل ځانه څخه نه وای«‬


‫‪۴‬‬
‫تبرڅنګه ماتولې ونې‬
‫»غوټې‬

‫هم یې لس زما په وینوباندې سره دي‬


‫هم به وړمه دقاتل د وبال‬
‫څټې ‪۶‬‬

‫اوس دیوې سپږې لپاره چې لري یې ‪« ۵‬‬


‫»ټول پوستین په اورکې غورزوي دالټې‬

‫نه یې ګورمه ښارونه بې خطره‬


‫نه زماجونګړه پاته شوه‬
‫دخټې‬

‫» دپردوترمنت لندې مه شې«خیاله‬


‫دلهورترګټو ښې دې دکورګټې»‪«۷‬‬
‫‪۱۷‬‬
‫‪----------------------------------------------‬‬
‫‪ .‬چټه ‪:‬په وزن د«لټه»= مسته =ښایسته =خیالیګره‪۱:‬‬
‫‪ :‬دپښتوپه لنډیو کې ډېر دود لري لکه‬
‫چې کته ځې خال ته مې ګوره‬
‫دهندوستان دچټونشته شنه خالونه‬
‫نڅاګره چې نڅا نشي کولی وایي مځکه کږه ده‪۲:‬‬
‫اناوټ =د بل د اوږوبار= اړ =محتاج =بېوزله ‪۳:‬‬
‫ونه وایې که مې لستی له خپله ځان څخه نه وای ‪۴:‬‬
‫‪ .‬نو چانه شوم ماتولی‬
‫څټه =جوال=بورۍ= بوجۍ=وری= توبره ‪۵ :‬‬
‫دیوې سپږې له پاره ټول پوستین په اور اچوي‪۶ :‬‬
‫دکورګټې دلهورګټې دي ‪۷ :‬‬

‫خیال غواړې‬

‫زړه مې پارېدلی دی وصال غواړي‬


‫ښه یې په ګانه باندې سمبال‬
‫غواړي‬
‫ځان پرې کړوي دکباب خوۍ لري‬
‫داډېوه پرست پتنګ مشال‬
‫غواړي‬
‫پرېږده چې توبې ورسره ماتې کړم‬
‫مسته په سروشونډوکې وبال‬
‫غواړي‬
‫بیابه مې دزړه خونه روښانه شي‬
‫یارمې دتندي دپاسه خال‬
‫غواړي‬
‫اوس مې په کوګل کې غبارونه دي‬
‫زړه مې داشنا دمخ مشال غواړي‬
‫بیامې دابدرنګه صیادڅاري نن‬
‫سرمې غوڅوي راڅخه مال‬
‫غواړي‬
‫» خوله یې دګیدړې شخوندداوښ وهي«‬
‫ځکه له افغان سره جنجال‬
‫غواړي‬
‫بیالکه ژوره د‪،‬رګ وینې څښي‬
‫توره خپکۍ ګوره موږوال‬
‫غواړي‬
‫حق ته خو اورونه ګلزارونه شي‬
‫ژوندمې د انګار په لورې ټال غواړي‬
‫روږدی شوپه وینه د انسان باندې‬
‫بیاخوني ښامار راغلی «خیال » غواړي‬

‫‪.‬داشعرمې ل پخوا لیکلی وو‬


‫مجبوري‬
‫کډې وتړۍ زامنو سباوون دی‬
‫اوس زموږ له خپل وطن څخه بېلتون‬
‫دی‬
‫کلی کوراوهدیره موپاته کېږې‬
‫مجبوري ده په سفرباندې مویون‬
‫دی‬
‫له آمونه شورویان راپورېوتې‬
‫نن په ټولواولسونوکې پاڅون دی‬
‫خوداپورې پاکستان ته پناه وړمه‬
‫غم ځپلی زړه مې ځکه ځګرخون‬
‫دی‬
‫دشمال اودسهیل په منځ کې ښکېل یو‬
‫ددوئ دواړو دافغان په ضدتړون دی‬
‫سپي په خپلوکې که څومره سره وران شي«‬
‫»خوفقیرته بیادټولوپیوستون دی‬
‫زویه ګوته په ماشه نیسه په لرې‬
‫دهیواد دآزادۍ په نوم موتلون‬
‫دی‬
‫دقصاب چاړه په لس کې چلوي یې‬
‫«خیاله » څرنګه ونډۍ ونډۍ پښتون دی‬
‫دبخت هنداره‬

‫چې هرچېرې لټومه ښکلی یار‬


‫مخامخ راته راڅېرمه شي‬
‫اغیار‬
‫خپلې ډکې خزانې ته چې ورځمه‬
‫ترې چاپېره وي دبل کلې‬
‫ښامار‬
‫که هرڅویې پرېمینځم دبخت هنداره‬
‫سر په سر ورباندې ګرزي‬
‫تورغبار‬
‫زه دکلې په ناورین باندې خپه وم‬
‫اوس به څه کړم ورانوي مې غلیم ښار‬
‫نن خوتش دموږ له څنګه سره تېرشو«‬
‫زه وېرېږم چې دا لره شوه‬
‫دمار»‪۱‬‬
‫چې رقیب بایدپرې خپله ځړېدلی‬
‫نصیب موږ ته درولی هغه‬
‫دار‬
‫سپېره منی ورنه ښه ګڼمه «خیاله » ‪۲‬‬
‫که په وینو وي لړلی‬
‫نوبهار‬

‫‪--------------------------------‬‬
‫وایي له دې څخه نه ډارېږم چې مارمې له څنګه ‪۱:‬‬
‫‪ .‬تېرشو بلکې له دې وېرېږم چې دابه یې لره شي‬
‫منی = خزان ‪۲ :‬‬
‫لونګ‬

‫که هرڅومره یې سیالن ګڼي بدرنګه‬


‫ماته ښکلې له هرچاده شوخه‬
‫شنګه‬
‫دسرسترګې مې کږې ورپسې اوړې‬
‫چې دپړک غوندې مې تېره شي له‬
‫څنګه‬
‫خوندیې ښه دی راتله یې » زما ونډه«‬
‫چې لرې یې داشنادمینې‬
‫بنګه‬
‫په تومت دعشق یې زه په اورکړېږم‬
‫خوپه غاړه کې یې ته زانګې‬
‫لونګه‬
‫لکه موج د اباسین چې په موړوځي‬
‫مسته هسي وي روانه ړنګه‬
‫بنګه‬
‫ماته برید دسپینوتوروراپه یادشي‬
‫چې دې اورم دلیلدبنګړو‬
‫شرنګه‬
‫خیال»د زړه په هغه رنځ باندې اخته«‬
‫شو‬
‫چې یې واخست دتېروبڼوله‬
‫جنګه‬
‫دنیل ناوې‬
‫مړاوی شانته ګل یم له پرهاره سره اوسم‬
‫اوس چې دازغیوله بهاره سره‬
‫اوسم‬
‫مینې زمابرخه په اورونوکې لیکلې‬
‫غوښه دکباب یم له انګاره سره‬
‫اوسم‬
‫نن یې ترملپورې بمونه راتړلې‬
‫څه ساده پښتون یم له هوښیاره سره‬
‫اوسم‬
‫خپله پیمانې وهي په ماباندې مرچلې‬
‫ځوان دلوړوغرونو یم له ښاره سره‬
‫اوسم‬
‫ښه ګېډۍ دګلووم راولوېدم له څانګې‬
‫یووړمه باروتوله غباره سره‬
‫اوسم‬
‫بیالکه دمصرناوکۍ دنیل څپوته‬
‫ونډه دتوپان شوم له سینګاره سره‬
‫اوسم‬
‫»برخې ازلي دې نه په زور نه په زاري دې«‬
‫زه ازل رټلی له ښاماره‬
‫سره اوسم‬
‫پښ یم ټکولی دزرګرله بټۍ وزم‬
‫تش په تصورکې له رخساره سره‬
‫اوسم‬
‫خپله دانګورپه شان له تاکه څخه شکېږم‬
‫نوروته په جام کې له خماره سره‬
‫اوسم‬
‫ګرزي هر صیادراپسې ولې مې په غشو‬
‫زه دتوتکۍ غوندې له ډاره سره ا‬
‫وسم‬
‫اوس خوچې ګیدړه له زمري څخه باج‬
‫اخلي‬
‫پېښي مې اړباسي چې له واره سره‬
‫اوسم‬
‫ویاړم چې تر اوسه لدخپل طن په مینه‬
‫اوښ غوندې تړلی له مهار سره‬
‫اوسم‬
‫خیاله »ځان بدل کړه زمانې په اوښتودې«‬
‫څوبه لپه خوب کې له ټینګاره سره‬
‫اوسم‬

‫دفلک مېچنه‬
‫دلمبوپه نمت راغله هغه لوړه‬
‫ډنډپه خپله غېږ کې ونیوه‬
‫لغړه‬
‫بخته ماسره دې څه تربورګېني ده‬
‫چې یې نه بولې زما د یارۍ‬
‫وړه‬
‫دآشنادشونډوسرې سکروټې ګوره‬
‫زمازېړ زبېښلی رنګ ورسره‬
‫تړه‬
‫لترڅوبه لس ترزنې ورته ناست یم‬
‫چې مې ګرزي په هر بڼ دغبار‬
‫لړه‬
‫یو متل دی وایي ښه ده په عمل کې ‪«۱‬‬
‫له پراته زمري نه ګرزنده‬
‫»ګیدړه‬
‫ځوځ خونه یم چې ازغي په غېږ کې ساتم‬
‫دباغ ګل یم له وږموسره‬
‫مې اړه‬
‫زماسترګې لکه غلې ورپسې اوړي‬
‫چې تېرېږې مې له څنګه سره‬
‫غوړه ‪۲‬‬
‫څوچې ګرزي دفلک مېچنه هسي‬
‫دپښتون دبخت اوګره به وي‬
‫ناوړه‬
‫د رتبې دشوق په تمه دې زاهده‬
‫دمذهب ښکلې لمنه کړه‬
‫ککړه‬
‫په خوځښت دزمانې کې معجزه وه‬
‫چې یې ماته کړه دخیال دنصیب دړه‬
‫‪------------------------‬‬
‫تر پراته زمري ګرزنده ګیدړه ښه ده ‪۱ :‬‬
‫غوړه = ښکلې = ښایسته ‪۲ :‬‬

‫اورلوبه‬

‫هسې چارې دې راوکړې مینتوبه‬


‫چې اوس ګرزمه رسواله‬
‫لېونتوبه‬
‫که هرڅوژور ویده یمه هیواده‬
‫ستاتوده مینه مې وباسي له‬
‫خوبه‬
‫هسې رنګه دې غمونولوغړن کړم‬
‫چې مې اوښکې شولې وینې له زووبه‬
‫‪۱‬‬
‫روغ زړګی مې ستادمینې له بابته‬
‫په ګوګل کې نه ځایږي له‬
‫پړسوبه‬
‫ښه ځواني مې دپتنګ غوندې لوګی شوه‬
‫چې مې وکړه ستاله عشق سره‬
‫اورلوبه‬
‫سر اومال به زما دواړه درنه جارکړم‬
‫که مې ستاپه مینه تنده شې‬
‫خړوبه‬
‫خیاله پاڅه دتکل نیلی په زین کړه‬
‫مېړني خونه ډارېږي له‬
‫سرکوبه‬

‫‪۲۸‬‬
‫‪-------------------------------‬‬
‫زووب (زهوب)=ګزک=التهاب =خوړین ‪۱:‬‬
‫انفیکشن ‪( .‬هغه ګزک او التهاب چې =‬
‫)‪ .‬له ټینګې وینې سره له ټپ څخه راوزي‬
‫پردېسي‬

‫چې دبادغوندې مې تېره شوې په څنګ‬


‫زمازړه درپسې درومي په غورځنګ‬
‫هسې رنګه خوشبویي دې ځي له زلفو‬
‫نه یې مشک لري نه عطر نه‬
‫لونګ‬
‫دا ځواني چې ته لرې دچنار ونې‬
‫مابه وباسې له کلې نه‬
‫ملنګ‬
‫دکاروان بهیربه پټ په غرونو ولو‬
‫چې وانه ورې کوم یوغل دجرس شرنګ‬
‫غوښې ټولې دخانانوپه خوراک ځي ‪«۱‬‬
‫» په هډوکو یې دسپیو سره جنګ‬
‫هغې سپینې زما ږیره کړه راسپینه‬
‫چې وربل یې شوپه مخ باندې راړنګ‬
‫دښرنې وچې دښتې مې یادېږي‬
‫پردېسي ده په یوروپ کې مې زړه تنګ‬
‫اوس له پېښې څخه تېښته وایي نشته»‪«۲‬‬
‫چې مې یوپلوته پړانګ دی بل ګړنګ»‪«۳‬‬
‫خیاله بېرته دخوشحال تورې ته لس کړه‬
‫چې دې بیا په کهاله راغی اورنګ‬

‫‪۳۰‬‬
‫‪------------------------------------‬‬
‫غوښې خانان خوري په هډوکو یې د سپیوجنګ وي‪۱:‬‬
‫له پېښې تېښته نه شته ‪۲:‬‬
‫یوې خواته پاڼ بله خوا پړانګ دی ‪۳ :‬‬

‫چاودنه‬

‫سپېدو وچاوده په پای کې رنــــــګ دشپې‬


‫هره خـــــــــــــــــــوایې رڼا ګانې کړې خورې‬
‫لګلبوخپل تــــــــــــــاجــــــــــــونــــــــه سمول‬
‫چې خاټولــــــــــــــوپه سر جګې کړې شملې‬
‫دګلپاڼوپـــــــــــه لمــــــــــــــــنو اورېــــــــــدلې‬
‫مـــــــــــــــرغلرې دشبــــــــــــــــنم رڼــــــــې رڼې‬
‫د وږموڅپې نسیم په غــــــــــــېږ کې یوړې‬
‫ور وېښــــــــــــلې یـــــــــــــــــې بلبلو ته ولجې‬
‫چنارونوتر نظرلندې څـــــــــــــــــارلـــــــــــې‬
‫چې ترې لندې غوړېـــــــــــدلې وې غونچې‬
‫په شنېلیوکې لګیا وو بـــــــــوۍ دمـشکو‬
‫له ګـــــــــــــــــــــلب ســره سینځلې نڅېدې‬
‫پلوشود ونــــــــــــــوڅڼـــــــــــــــــې ږمنځولې‬
‫په لښــــــــــــــــــتیوکې اوبــــــــــــه رابهېدې‬
‫دګهیځ شمال یې څانګې ښکــــــــــــــلولې‬
‫له غوټـــــــــــــــیوسره پاڼـــــــــــــــې غوړېدې‬
‫په هرګوټ کې ګودرونه وو دپېــــــــــــغلو‬
‫پنډېدلې پــــــــــــــــرې دکـــــــــــــــلې پښتنې‬
‫چې ناڅاپه توغــــــــــــــندی دغلیم راغی‬
‫لور پـــــــــــه لور باندې یې تیتې کړې چرې‬
‫دچڼچوڼو پرهارونـــــــــــــه یـــــــــــې څیرل‬
‫له تــــــــــــــوتیــــــــــــــانوڅخه وینې څڅېدې‬

‫دچالس او دچاسر ورپورې نـــــــــــــــه وو‬


‫ښکلې نجـــــــــــــــــــــونې په ټپونوکې پرتې‬
‫پټول یې خپل زخمونـــــــــــــــــه په منګولو‬
‫دګـــــــــــــــــــودرغاړې په وینو باندې سرې‬
‫توتکیو ورتــــــــــــــه ســـــــــانـــدې غږولې‬
‫له غوغــــــــــــــــا ســــــــــره په غم کې ګډېدې‬
‫خیال چې ولید دغه ویردباغ په منځ کې‬
‫دواړه ستــــــــــــرګـــــــــــــې یې ترپایه ژړېدې‬
‫دمحبوب علي د ښکلې شعر په اقتفا‬
‫تصویر‬

‫بخته په دې مړاوې ګل کې بېرته ښکل واچوه‬


‫بیاپه دې ویده بدن کې مسته اروا‬
‫واچوه‬
‫ناوې دوطن به بیا دحسن پسول واغوندي‬
‫ته یې په سپین مخ باندې رنګینه‬
‫برېښناواچوه‬
‫زه به دغزلو مرغلرې ورته وپېیم‬
‫ته ددې څېرې دپاسه سپینه رڼا‬
‫واچوه‬
‫لمردپیوستون به دخیبردپاسه وخاندي‬
‫ته پکې زرینې پلوشې د‬
‫وفاواچوه‬
‫زه به یې د درستوکړاوونوکیسې ولیکم‬
‫ته پرې‬
‫دخټکودشعرونوغوغاواچوه‬
‫ستانه یې ټپونوته پټۍ غواړم طبیبه‬
‫لږ پکې افغان ته د یو والې دوا‬
‫واچوه‬
‫راشه دژوند باده په دې ونوکې راوګرزه‬
‫بیاددغه بڼ په وچوڅانګوکې‬
‫ساواچوه‬
‫بیابه رنګینې دپسرلیو ورته راشي‬
‫ته یې په ګلونوکې وږمې دسبا‬
‫واچوه‬
‫خیال ته یې چې نوم افغانستان ترښکلوښکلی دی‬
‫ته په دې وجودکې بېرته ښه پښتونخوا‬
‫واچوه‬

‫پرتم ځي‬

‫که په لره باندې مار په هر رقم ځي ‪«۱‬‬


‫خپلې سوړې ته چې ورسېږي سم‬
‫»ځي‬
‫که یې هرې خواته اړومه څوکه‬
‫برابرمې دوطن په لورقلم‬
‫ځي‬
‫زه پوهېږم چې پخپله ورسره یې‬
‫تابه څه کوم زاهده چې پرتم‬
‫ځي‬
‫توره شپه به بې له چرګه هم سباشې»‪« ۲‬‬
‫نوریې خوښه ده په سمه که په چم‬
‫ځې‬
‫نن خوپورته دمریخ په تندي پل ږدي‬
‫دلته ولې بې ګودره ل ادم‬
‫ځي‬
‫زه به چاته فریادونه رسومه‬
‫چې مې بیاله خپلې غېږې نه صنم ځي‬
‫نوریې نشم په سینه کې تم کولی‬
‫چې دزړه له زولنوڅخه مې زغم‬
‫ځي‬
‫دپردوپه اوږوته راغلې سایبه‬
‫اوس به خیال له خپله کلې څخه ګرم‬
‫ځي‬

‫‪--------------------------------‬‬
‫مار که هر څومره کوږ روان وي ‪،‬خپلې ‪۱:‬‬
‫‪ .‬سوړې(غار‪،‬سوري)ته ځان سیخ کړي‬
‫‪ .‬بې له چرګه هم شپه سباکېږي ‪۲:‬‬
‫لسکتویه‬

‫دلته به څوک نه وې چې یې بــــــــــوږې‬


‫نــــــه وې غاړې‬
‫ټول پـــــــــــه دغــــــــــه کلې کــــــــــې‬
‫له غمه څخه ژاړې‬

‫وایي«تــــــــــــــر وژلې ورور پرې اېښې‬


‫ګومل ښه ده»‪۱‬‬
‫کـــــــــــــور اوکلی پــــــــاتــــه زموږ کډې‬
‫ورنه ولړې‬

‫دغه یـــــــــــې انصاف وودجهــــــــــــاد‬


‫دمخــــــکښانو‬
‫وګـــــــوره دښارکوڅې یې څرنګ کړې‬
‫ویــــــــجاړې‬

‫څه مشکل صیاد ته چې یــــــــــې ولې په‬


‫لیــــــــــندیو‬
‫ویرخوپه کوترودی چې ځالې یې شـــــــــــوې‬
‫شاړې‬

‫بل ته خویې لس په سلمي‬


‫نــــــیــــــــولـــــــی پورته‬
‫دلته یـــــــــې له موږســـــــــــره دخـــولې‬
‫خبرې لواړې‬

‫څوبه لسکتویـــــــه ځــــــــــو دبـــــــل‬


‫تــــرحکم لندې‬
‫ځوانه که ښــــــــادي غواړې لستـــــوڼې به‬
‫درنغاړې‬
‫فیل که چېرې مـــــړ شې بیایې هم په زنګانه«‬
‫کې ‪۲‬‬
‫یومتر اوبـــــــــه خـــــــــــولپـــــــــــــه کچه‬
‫»وې ولړې‬

‫دی خودې پښتـــــونه پـــه اتوم باندې سمبال کړ‬


‫‪۳‬‬
‫خپله دې له سرڅــــــــخـــــــــه تـــــړلې دي‬
‫ریــــــتاړې‬

‫وینې به دې زبېښي دژورې غـــــــــــونـــــــــدې‬


‫ګله‬
‫څویې چـــــــې ونه بـــــــــــاسې لــه خپلوغوښو‬
‫داړې‬

‫هسې به له شګوڅـــــــــخه پـــــــــــړې‬


‫ځـــــــانته اوبې‬
‫سرپــــــــــه زنـــــګون ناست یې دباباپه توره‬
‫ویاړې‬

‫ستاپه اراده پــــــــــــورې هـــــــــــــــم اړه‬


‫لـــــــري خپله‬
‫خــــیاله «په هغه باندې به واوړې چې یې غواړې»‬
‫‪۴‬‬

‫‪------------------------------------------‬‬
‫‪ .‬تر وژلې ورور پرې ایښې ګومل ښه ده‪۱:‬‬
‫» ‪ .‬ګومله دپکتېکا د ولیت یوه تاریخي ولسوالۍ ده«‬
‫فیل که مړشي بیا یې هم په زنګانه کې یو متر اوبه ولړي ‪۲:‬‬
‫‪ .‬وي‬
‫دپاکستان داتوم پلر قادرخان نومېږي چې په خټه پښتون ‪۳ :‬‬
‫اوله ایران سره یې هم په دې برخه کې زیاتې مرستې کړې‬
‫وې‬
‫‪ .‬خواوس دیومجریم په شان ترڅارنې لندې ژوند کوي‬
‫‪ .‬چې غواړې په هغه به به واوړې ‪۴ :‬‬
‫کوکارې‬

‫چې په مایې لګوې دناز نوکارې‬


‫له تندي څخه مې وینې وهي دارې‬
‫دابهیر به دجنون په لورې درومې‬
‫دعشق اوښې په تدبیر نشې مهارې‬
‫چې له زړه مې دغمونوکډې بارکړي‬
‫شوخې سترګې دې راواړوه خمارې‬
‫په ګیدړې پورې خپله لکۍ اورده »‪«۱‬‬
‫په ماوکړې خپلې مینې هسې چارې‬
‫که ډېوې یې په هرڅلې بلې نه شي‬
‫دعشق لرې ترمنزله دې غبارې‬
‫چې مې ولې دبڼو په توغندیو‬
‫لکه دروی دشپنو وهم کوکارې‬
‫که له «خیال» سره دمینې ګاڼه نه وي‬
‫دغزلوناوې څنګه شي سینګارې‬

‫‪------------------------‬‬
‫ګیدړې ته خپله لکۍ بل ده ‪۱ :‬‬

‫یرغمل‬
‫زه ورته ګورم چې دوئ مې کور وړي‬
‫دژوند هستي مې دبل په زوروړي‬
‫اورلره راغله دکورمېرمن شوه »‪«۱‬‬
‫رپاند بیرغ مې رانه نسکور وړي‬
‫پخپل پټي کې کرونده وکړو‬
‫پروړه زموږ شی غنم مو نور وړي‬
‫‪۲‬‬
‫بې له څښتنه دګلو بڼ دی‬
‫پاڼې یې باد وړي غوټۍ یې لوروړي‬
‫دلوړوغرونوخزانې کاږي‬
‫لجورد یې غله وړي ونې یې اور وړي‬
‫دشیخ پلتنې په کوڅوګرزې ‪۳‬‬
‫له زړه نه مینه له سرنه‬
‫شوروړي‬
‫موږیرغمل یودبل په لس کې‬
‫یامومسکووړي یا مولهوروړي‬
‫په هرګلشن کې سېلۍ چلېږي‬
‫توتیان مووژنې باغ مو سمسور وړي‬
‫زما په برخه دمینې اوردی‬
‫سینه مې سوځي زړه مې ټکور وړي‬
‫ګناه یې خپله لس په بل پاک کړي‬
‫مریې خودی دی «خیال »یې پېغوروړي‬
‫‪--------------------------------‬‬
‫اورلره راغله دکور مېرمن شوه ‪ «.‬پخوا داورلګیت ‪۱:‬‬
‫استعمال دومره ډېر نه وونوسکروټې به د چلم یا چای‬
‫له پاره یوله بل کورڅخه راوړل کېدې کومه نجلۍ د‬
‫چاکورته داور لپاره ورغلې وه اوهمالته یې دکورله‬
‫څښتن سره اړیکې پیداشوې وې چې خبره تر واده‬
‫پورې ورسېدله اوپه دې توګه نجلۍ دکور مېرمن‬
‫» ‪ .‬شوه اودامتل ترې پاته شو‬
‫پروړه = بوس ‪۲:‬‬
‫پلتن= اولسي اوملکي لښکر=غیرنظامي لښکر‪۳:‬‬

‫دزړښت خپسکه‬
‫یاره نن خوپه کتلوکې ثواب را‬
‫ستاپه سترګوغرڅنیوکې شراب‬
‫را‬
‫چې وږمې یې بویومه پرې مستېږم‬
‫ګرانه ماته دهغوشونډوګلب‬
‫را‬
‫اوس دمینې په غمونوکې ډوبېږم‬
‫ستادڅڼیوله ورېښمونه تناب‬
‫را‬
‫زمولوي مې دزړښت خپسکې ورو ورو ‪۱‬‬
‫لږ دمینې ماتولوته شباب‬
‫را‬
‫چې کیسې دعاشقۍ دې پکې لولم‬
‫ستادمینې دمذهب هغه کتاب را‬
‫عشقه ښه مې کړوه د اورلمبوته‬
‫زه ترټلوته پیدایمه عذاب‬
‫را‬
‫چې هرتاریې د درخو له زلفوجوړ وي‬
‫خیال ته هسې د آدم دلس رباب را‬

‫‪-------------------------------------‬‬
‫‪ .‬زمول « په وزن د شپول » کمزوری او بې سېکه ‪۱:‬‬
‫دا لغت زموږ په سیمه کې اوس هم دود لري خو دشیخ‬
‫اسعدسوري علیه الرحمه دبوللې لمړی بیت چې دغور‬
‫دزړور پښتون پاچا امیرمحمد سوري پرمړینه یې‬
‫دیوې ساندې په ترځ کې وېلی ووپه هماغه وخت کې‬
‫‪ :‬هم معمول ووالبته د« ز »توری ساکن دی لکه‬
‫دفلک له چاروڅه وکړم کوکار‬
‫زمولوي هرګل چې خاندي په بهار‬
‫» پټه خزانه «‬
‫درځم‬

‫دیدن ته دې هیواده له جرګوسره درځم‬


‫ستاغېږې ته دعشق له ولولوسره‬
‫درځم‬
‫پوهېږمه چې لرې پاټکونو دې نیولې‬
‫زماجنت نښانه له خطروسره‬
‫درځم‬
‫داغرونه اوډاګونه دې باغونه د‪،‬ارم شه‬
‫بلبل دې یم وطنه له نغموسره‬
‫درځم‬
‫دزړه په سرمې برېښې لکه ستوری‬
‫دپېروونو ‪۱‬‬
‫په تا باندې مین یم له پښتوسره‬
‫درځم‬
‫بېلتون دپردېسي دې یم له غېږې نه‬
‫ایستلی‬
‫په دې باندې که پړیم له توبوسره‬
‫درځم‬
‫د«خیال » دزړه دهیلودساحل دغاړې ګله‬
‫دمینې په دریاب کې له لمبو سره‬
‫درځم‬

‫‪---------------------------------‬‬
‫پېروونې = داپه اسمان کې د ستورویوه ښکلې ‪۱ :‬‬
‫‪ .‬ډله ده چې یوله بل سره خوا په خواکې پراته دې‬
‫کوچیان اوکلیوال خلک دپېروونو له خوځېدلو او‬
‫راګرزېدلوڅخه دشپې مهالونه اودکال موسمونه‬
‫‪ .‬پېژني ‪،‬له کهکشان اولمریځ نظام سره توپیرلري‬

‫دکاڼې کرښه‬

‫راوړه جام دبنګوچې نشې درسره ماتې کړم‬


‫اور د مینې راکړه چې لمبې درسره ماتې‬
‫کړم‬
‫څوبه لپلمې دپرهېزونویادوي راته‬
‫پرېږده دزړه سره چې توبې درسره‬
‫ماتې کړم‬
‫زه خوداجمل غوندې زمری دنظم نه یمه‬
‫ښکلې چې په شعرکې ولولې درسره ماتې‬
‫کړم‬
‫ږمنځ به دې دتوروتوروزلفودولول شم چې‬
‫څڼې دې په لېڅوکې خورې درسره ماتې‬
‫کړم‬
‫لوزمې له تاسره دکاڼې په سرکرښه ده‬
‫څه پردی خونه یم چې وعدې درسره ماتې‬
‫کړم‬
‫مخ دې لکه لمردسباوون دی پلوشې وېښي‬
‫راشه چې د وړانګورنګینې درسره ماتې‬
‫کړم‬
‫دلته بدرګې دبېلتانه راپسې ګرزي ل‬
‫مینې دکلونو به دلې درسره‬
‫ماتې کړم‬
‫ووایه غماز ته که زموږله غرونو نه وزې‬
‫سم به په دې پرښوکې پنجې درسره ماتې‬
‫کړم‬
‫خیال » خوکه دکلې په دودونو ډاروې لیل«‬
‫بیابه دې ملنګ شم چې پلمې درسره ماتې‬
‫کړم‬

‫ټال‬

‫نه دې ساری چېرته وینم نه دې سیال شته‬


‫نه دې ګورمه څوک وړنه دې مثال‬
‫شته‬
‫دډېوې احسان به ولې تروږمۍ وړي‬
‫چې د زنې په شیشه باندې دې خال شته‬
‫هره شپه یې زنګوه تربرېځره ‪۱‬‬
‫زمافکر ته دې تل دزلفوټال‬
‫شته‬
‫راشه اوښکې مې راوچې کړه دسترګو‬
‫چې له تاسره زمادلس دسمال‬
‫شته‬
‫نور به نه درته راوړم دباغ ګلونه‬
‫چې وربل دې په ګاڼه باندې سمبال شته‬
‫زمامینه برملده چې څه کېږي‬
‫په دې ښارکې خوګردونه دشمال شته‬
‫لترڅوبه مې ترټې په توردمینې‬
‫ماچې څومره ځوروې هومره وبال شته‬
‫که هرڅوپه اشاروراسره ګرزې‬
‫غل په غره کې نه ځایېږې»دامثال شته«‬
‫دغه لړې د تورتم به هم رڼا شي‬
‫دبېلتون په تروږمۍپسې وصال شته‬
‫که یې غواړې له کلڅخه را ووزه‬
‫ستالپاره دګودرپه غاړه« خیال » شته‬
‫‪------------------------------------------------------‬‬
‫‪ .‬برېځر= څاښت = دغرمې اوګهیځ ترمنځ مهال ‪۱:‬‬
‫دمهال لپاره په پښتو ژبه کې ډېرخواږه نومونه موجود‬
‫‪،‬وولکه ‪ :‬سپېده چاودیاسپېده داغ‪ ،‬ګهیځ ‪،‬لمرڅرک‬
‫برېځر‪،‬غرمه‪،‬برمل ‪،‬لرمل ‪،‬لمرلوېده‪ ،‬ترمل او شپه د‬
‫اسلم له راتګ څخه وروسته هم موجودووخوبیالکه‬
‫زموږ نوره ژبه دناوړوپېښوله کبله وسولېدل اوله منځه‬
‫ولړل یواځې غرمه په ټولوپښتنوکې ل پاته ده دګهیځ‬
‫استعمال هم کمېدونکی دی اوبرېځرزموږ په خواکې‬
‫لدودلري ښکارندوئ علیه رحمه چې دسلطان شهاب‬
‫الدین غوري په واکمنۍکې مخوراوښه شاعروود‬
‫‪ .‬یوې بوللې څخه یې دپښتومهالونه داسې ښکاري‬
‫هرګهیځ چې لمرڅرک کېږې له خاتیځه‬
‫څوچې یون کادلوېدیځه په څنډونه‬
‫که برېځر وي که غرمه وي که برمل وي‬
‫که لرمل ‪،‬که لمرلوېده‪،‬که ترملونه‬
‫» پټه خزانه «‬

‫ټاپې‬

‫هغه کوزکلی زموږ وونوم یې ویرشو‬


‫چې داپورې شوروی پکې‬
‫آمیرشو‬
‫دلرغونوخزانوپه نمت راغی‬
‫خودغرونوپه پېچوموکې‬
‫راګیرشو‬
‫له کابل څخه یې پورته کړې لوخړې‬
‫چې دکلې ږیروردبهیر‬
‫میرشو‬
‫دمذهب سپینه لمن به کاندې خړه‬
‫چې په سیمه کې ناولی زموږ پیرشو‬
‫یوپه بل باندې ټاپي دې لګوي یې‬
‫ل پرون یې مجاهد وونن‬
‫کاپیرشو‬
‫اوس به چاته د زړه چیغه رسومه‬
‫زماخوب دمینې بل رنګه تعبیرشو‬
‫لویه خدایه درحمت ډېوې رڼاکړې‬
‫که تورتم زموږ دفکر پې تنویر شو‬
‫چې دباز پېښې کوي د ونوچتکې‬
‫خیال» خوځکه په سیالنوکې زهیرشو«‬
‫قلم ولړ‬

‫یوه ګیله وه چې دلسه مې صنم ولړ‬


‫اوس به څه کړم چې مې زړه ورسره‬
‫سم ولړ‬
‫زه به هم دفکرټال ورپسې ولم‬
‫چې مې یارلکه شاهین په نوې چم‬
‫ولړ‬
‫سړي غرونه دې مېرمنې اړمونه » ‪«۱‬‬
‫له جنته څخه‬
‫څرنګه ادم ولړ‬
‫رڼاورځه مې شوه هغه مهال توره‬
‫چې زما له خوارې برخې نه‬
‫قلم ولړ‬
‫که ګیلې لروله روبل اوډالرو‬
‫دافغان په ټکولوکې‬
‫درهم ولړ‬
‫خپلې ژبې ته خپه وم چې غوڅېږي‬
‫اوس وېرېږم چې له منځه مې توکم‬
‫ولړ‬
‫نن د«خیال »دزړه ټپونوګزک وکړ‬
‫چې دعشق له درملنې یې ملهم‬
‫ولړ‬
‫‪---------------------------------------‬‬
‫‪ .‬سړي غرونه دې ښځې یې اړمونه ‪۱:‬‬
‫ښځه اونارینه دانسان دیوه سر‪،‬دوه سترګي دي ‪،‬په‬
‫دې متل کې چې کوم مفهوم ځای نیولی هغه یواځې‬
‫په متل پورې اړه لري اود قافیې تابع ګرزېدلی دی‬
‫‪ .‬اوبس‬
‫هیندارې وهي‬

‫آشنامې کډه وکړه لرې وهي‬


‫له خواشینۍ مې زړه کوکارې وهي‬
‫بېلتون پرې زړې دغمونوکري‬
‫دژوندپه دښته مې شیدیارې وهي‬
‫خپله څېره ورته ښکارېږي پکې‬
‫وزه له ښکر سره هندارې‬
‫وهي‬
‫غریب یې تل دزړه په وینوګټي‬
‫شیخ یې په کلې کې تیارې وهي‬
‫اوس چې په لس کې ماشینګڼې لري‬
‫دوی له کېبلوسره خوارې‬
‫وهي‬
‫د زاهدانوعدالت ته ګوره‬
‫له ځانه سل ځله هوشیارې‬
‫وهي‬
‫لکه کاغی دزرکې غاړه کوي ‪«۱‬‬
‫خپله یې هېره شوه بغارې‬
‫»وهي‬
‫نجلۍدعشق په نېزه وویشتمه‬
‫خیاله له زړه مې وینې دارې وهي‬

‫‪۴۷‬‬
‫‪--------------------------------‬‬
‫‪ .‬کاغي دزرکې غاړه کوله خپله یې هېره شوه ‪۱ :‬‬
‫‪ .‬کاغی = کارګه=کاغ =کوړاغ =زاغ =کارغه‬

‫پاړوګر راغلی یم‬

‫وعدې ته دې جانانه په ګودر راغلی یم‬


‫داڅه زېړی مهال دی مازدیګر‬
‫راغلی یم‬

‫انځوردسپینې خولې دې دغزل په بیه کاږم‬


‫دیدن ته دې مهینې په‬
‫هنررغلی یم‬

‫دعشق په پلوشوکې به دې وپېچمه ګله‬


‫ستاحسن ته څرګنده لکه لمر‬
‫راغلی یم‬

‫نغمې دبلبلنوکه دمینې سړول وي‬


‫نوزه هم درته ګرانه په غومبر‬
‫راغلی یم‬

‫ګرېوان مې که شکېدلی دی دزړه ښیښه مې‬


‫پاکه‬
‫خپه نشې له مانه چې ببر‬
‫راغلی یم‬

‫کمڅۍ دې که هرڅومره بې اودې غوندې ماران‬


‫دې‬
‫په دم یې اېلومه‬
‫پاړوګر راغلی یم‬

‫ترڅوبه د دسمال په اشاروسره غږېږو‬


‫د«خیال »مینه رسواشوه په ډګر‬
‫راغلی یم‬

‫مڼه‬

‫زه له پېریانوتښتم ته راته دېب یادوې‬


‫خپله کوکارې وهې ماته مې غرېب یادوې‬
‫لس دې په وینوسره دې‪ ،‬په بل تورونه وهې‬
‫لوړې ماڼۍ دې ګوره چې ماته جېب‬
‫یادوې‬
‫ناصحه ځان بدلوه دوخت له منډوسره‬
‫زه دې مل ته حیران ته دې تالېب‬
‫یادوې‬
‫مرید دې وچې شونډې‪،‬تڼاک لسونه ګرزي‬
‫اوس دې رښتیا نه مني ته ورته فرېب‬
‫یادوې‬
‫مطریبه مه غږوه‪،‬زړې سندرې راته‬
‫زه یې نڅا نه غواړم ته یې پایزېب‬
‫یادوې‬
‫ولې نصیبه زما‪،‬دژوندرقیبه زما‬
‫دمادعشق نیلي ته دبېلتون کرېب یادوې ‪۱‬‬
‫د«خیال » دزړه بلبلې‪،‬ترمخ دې زنې ښکلې‬
‫زه یې مڼه بولمه چې ته یې سېب‬
‫یادوې‬

‫‪--------------------------------‬‬
‫کرېب په وزن د«جېب » =رقاب (په آس‪۱:‬‬
‫)باندې دسپرېدلولپاره دزین پایډل‬
‫په کرېب کې د«ک»توری ساکن دی‬

‫ازمویلې‬

‫څوبه زموږ برخه وي د دښتوپه کېږدیوکې‬


‫ښارته خوورتلی نشو‪،‬لویان دې په ماڼیوکې‬
‫بیابه دې دسر دپاسه ټک وهي مېخونه‬
‫پام کوه چې ولړنشې کابل ته په څپلیوکې‬
‫دغه ازمویلې دې ل نه دې پېژندلې‬
‫ساه له سړي باسي حرمونې په‬
‫سلګیوکې‬
‫هلته کانټینرې ګرموي دمرګ لپاره‬
‫خښتې افغانان دي پخوي یې په بټیوکې‬
‫دلته هم په کلیوکې ژوندي سرونه رېبي‬
‫سټه دپښتون وهي اختیار یې په پردیوکې‬
‫وایي چې« هم بوره هم بدنامه شولې خوارې »‬
‫‪۱‬‬
‫هرڅه درنه ولړل دناولیوپه‬
‫ناندریوکې‬
‫ګوره چې« ډبرې هم کډي ته رغړې »خیاله ‪۲‬‬
‫موږ لکه ګلونه مړاوي کېږو په‬
‫سېلیوکې‬

‫‪--------------------------‬‬
‫هم بوره هم بدنامه شوه ‪۱ :‬‬
‫ډبرې هم کډي ځای ته رغړې ‪۲ :‬‬

‫مارچیچلی‬

‫ستادمخ په شیشه سره اوسپین ځلېږي‬


‫که رنګونه په هنداره کې‬
‫ماتېږي‬
‫ګرانه بیادرته راستون شوم مجبوري ده‬
‫مات لسونه خپلې غاړې ته«‬
‫ورلوېږي»‪۱‬‬
‫پټې خولې مې دسولګیوپت خوندي کړ‬
‫مارچیچلی خو‪،‬له پړې نه«‬
‫وېرېږي»‪۲‬‬
‫که رښتیادې یاره زړه راباندې سوځي ‪«۳‬‬
‫له ړندوسترګونه‪،‬هم اوښکې‬
‫»بهېږي‬
‫درنګ په درنګ دوخت شېبې راڅخه تښتي‬
‫لنډژوندون دی دپناه په‬
‫لورښوېږي‬
‫یو وار راشه چې ګلونه درته ویړکړم‬
‫دسر«سترګې په بڼوکله‬
‫درنېږې»‪۴‬‬
‫دزړه مینه په ډګر راسره وکړه‬
‫وایي «شنې خوڅه په غل نه خوړې‬
‫کېږې»‪۵‬‬
‫خدای دې مه خوږوه هسې رنګه یاره‬
‫لکه «خیال » دې چې په مینه کې‬
‫ځورېږي‬

‫‪--------------------------------------‬‬
‫‪ .‬مات لسونه غاړې ته لوېږي ‪۱ :‬‬
‫‪۲‬‬ ‫مارچیچلی له پړې څخه وېرېږي‬
‫‪ .‬که زړه سوځي له ړندو سترګو نه هم اوښکې بهېږي ‪۳ :‬‬
‫‪ .‬سترګې په بڼو نه درنېږي ‪۴ :‬‬
‫شنې په غل نه چیچل کېږي‪۵ :‬‬

‫آونګ‬

‫داخوږ سیوری دچادی چې په څنګ راسره ځي‬


‫زمادوطن خیال دی په غورځنګ راسره‬
‫ځي‬
‫په سترګویې که نشمه لیدلی له بهره‬
‫دفکر په هنداره کې یې رنګ راسره‬
‫ځي‬
‫دنوروپه ګېډیوبه یې ورنکړمه پاڼه‬
‫ددښتوهریوبوټی یې لوه نګ را سره‬
‫ځي‬
‫افسوس دی چې یې وینمه بې شمېره پرهارونه‬
‫له ښاره ترمناره پورې ړنګ‬
‫راسره ځي‬
‫دګردې دنیاګۍ په سر ارامه ارامي ده‬
‫یواځې دپښتون په کورکې جنګ راسره‬
‫ځي‬
‫بېړۍ دژوندانه مې ډوبوي دغم په سیندکې‬
‫دهرې څپې غاړې ته نهنګ‬
‫راسره ځي‬
‫که نوم مې دشېرینې تش په ژبه باندې راشي‬
‫له پاسه مې په سرباندې کلنګ‬
‫راسره ځي‬
‫زمانصیب ته وګوره چې مارله مرګه بچ کړم‬
‫دننې په لستوڼې کې اورنګ‬
‫راسره ځي‬
‫هډوکې مې دمړیو نښتېځي غوړي ترې باسي‬
‫داپورې ګاونډی لکه آونګ‬
‫راسره ځي‬
‫متل دی«چې درانه بارونه وړي خوراک یې ځوځ‬
‫»وي‬
‫د«خیال »کډه په شاباندې ملنګ‬
‫راسره ځي‬

‫دټپونوغلبېل‬

‫تږی دوصال یم شرابونه ماته مه راوړه‬


‫زه لېوال دمینې یم جامونه ماته مه‬
‫راوړه‬
‫راشه په سینه مې دټپونوغلبېل وګوره‬
‫سرترنوکه څړیکه یم دردونه ماته مه‬
‫راوړه‬
‫موم غوندې بدلېږمه دښکلوپه منګولوکې‬
‫پام کوه چې وانه وړم لسونه ماته مه‬
‫راوړه‬
‫ګرانې ته زمادزړه ګاڼه یې پسول څه کوې‬
‫خپله ښایسته یې سینګارونه ماته مه‬
‫راوړه‬
‫ژرنده دناورین زمادسردپاسه ګرزي‬
‫پرېږده د ویرباده نورغمونه ماته مه‬
‫راوړه‬
‫زه دومره تنکی شوم چې دمچ پښې مې ژوبل‬
‫کړي‬
‫بس دی دخیال عشقه پرهارونه ماته مه‬
‫راوړه‬

‫برېښناګانې‬

‫بیابه پسرلی شي میناګانې به راځي‬


‫تورې شپې به لېږدي رڼاګانې به‬
‫راځي‬
‫واورې به خپل سپین کفن ور ونغاړي له مځکې‬
‫خاندي به ګلونه ښکلګانې به‬
‫راځي‬
‫روغي به شي بیادغه نوکاري دسېلیو‬
‫څانګې به شي پېغلې نڅاګانې به‬
‫راځي‬
‫پاس به د وریېځودرمندونه په ګډا شي‬
‫ګرزي به پړکونه ‪،‬برېښناګانې به‬
‫راځي‬
‫شنه به چمنونه شي شنېلي به زرغونه شي‬
‫مستې توتکۍ اوبوراګانې به‬
‫راځي‬
‫بیابه دپردیوټپوسانو پوځ ووهي‬
‫باغ ته دتوتیانوبلواګانې به‬
‫راځي‬
‫بیابه ګودرونه په منګیوښایسته شي‬
‫خیال » به ورته ګوري خنداګانې به«‬
‫راځي‬

‫دشهسوار«سنګروال »دښکلې شعرپه اقتفا‬

‫چاپه مخه کړې یو‬

‫موږخولتراوسه ولولوپه مخه کړې یو‬


‫سپک دسیندځګونه شووڅپوپه مخه کړې یو‬
‫توره مو له تېکې نه دبل په امر وزي‬
‫باټې دزمري وهو بیزو په مخه‬
‫کړې یو‬
‫نن چې دپېروونوکچ کولو زمانه ده‬
‫خپل کورونه نلروخېموپه مخه‬
‫کړې یو‬
‫خېږوپه مرچل باندې سرونه موپه لپوکې‬
‫پایلې ته یې نه ګورو‪،‬ولجو په مخه کړې‬
‫یو‬
‫څوبه زموږ سترګې وې دنوروپه جېبونوکې‬
‫هرڅه رانه پاته دې پیسوپه مخه کړې‬
‫یو‬
‫موږ خولتراوسه دخپل سرپه بیه پوه نه یو‬
‫ځکه هدیروته جنازو په مخه کړې‬
‫یو‬
‫هسې خودخپلې ارادې خبرې کاندو‬
‫خیاله» چې خپه نشې پردوپه مخه کړې«‬
‫یو‬
‫برمته‬

‫چې موغوښته ستا په زړه کې سمندره‬


‫دنهنګ په خوله کې ولړه‬
‫مرغلره‬
‫غمه ستونی مې له غرېوه څخه ډک دی‬
‫نه مې چیغه له خولې وزې نه‬
‫سندره‬
‫هرې خواته مې که بیایې درسره یم‬
‫زما زړه دې برمته‬
‫ونیو دلبره‬
‫څو چې ته یي ګودرونه ښایسته وي‬
‫خوندخوتاواخست زېړیه‬
‫مازدیګره‬
‫موږ دې هېرشووپه ماڼیوکې راګرزې‬
‫یودې بام دوه دې هواوې دې«‬
‫اختره»‪۱‬‬
‫اوښ ته وایي چې اورمېږدې ولې کوږدی«‬
‫وایي کوم ځای مې سم ګورې‬
‫زوروره»‪۲‬‬
‫‪«۳‬‬ ‫چې یې لو ته خوښه نه وې دلوګرې‬
‫لور په لوټه تېروي نه‬
‫»په ډبره‬
‫تر رټلې «خیال» خوته ښه یې پېزوانه‬
‫چې دیارپه مخ زنګېږې‬
‫بختوره‬

‫‪------------------------------------‬‬
‫‪ .‬یو بام دوه هواوې ‪۱ :‬‬
‫اوښ ته یې وېل چې غاړه دې ولې کږه ده‪،‬وېل یې‪۲ :‬‬
‫‪ .‬کوم ځای مې سم دی‬
‫‪ .‬دلوګرې چې لو ته زړه نه وې لورپه لوټه تېروي‪۳:‬‬

‫خوب‬

‫خوب وینم زنګېږمه له تاسره په ټال کې‬


‫لس مې دې په غاړه کې وي سترګې مې په خال‬
‫کې‬
‫څڼې دې زما له مړوندنوسره لوبې کړي‬
‫بوۍ دې دعطرونو وي چلېږي په‬
‫شمال کې‬
‫دېب له پاسه راشي ماپه خوله کې درنه یوسي‬
‫ته راڅخه پاته شې ویده په زرغون‬
‫شال کې‬
‫غرونوته مې یوسي په یوغارکې مې ایسارکړي‬
‫سراوپښې مې دواړه سره ونغاړي په‬
‫جال کې‬
‫توره تره ږمۍ وي تش یادونه ستا رڼاوي‬
‫سم له دې بلووسره ښکېل یم په‬
‫جنجال کې‬
‫خپله یې له داړو څخه وینې دانسان ځي‬
‫زه یې رانیولی یم دمینې په‬
‫وبال کې‬
‫وايي چې نوته دښاپېریومینه څه کړې‬
‫سر به پکې وبایلې دښکلو په‬
‫وصال کې‬
‫ته د ادم زوی یې ښاپېرۍخوددېبانودي‬
‫تاسې شاته پاته یاست له موږ نه په‬
‫کمال کې‬
‫» کله چې راویښ شومه له خوبه څخه «خیاله‬
‫فکرمې له دېب سره وو زړه مې په‬
‫جمال کې‬
‫چیغه‬

‫کله چې خاني لرم‪،‬په زړه کې کېمیني‬


‫لرم‬
‫اوس چې ملنګي لرم‪،‬غروردپاچاهي‬
‫لرم‬
‫زه که پردېسي لرمه‪،‬دغه بدمرغي لرم‬
‫نن خوبې وسي لرم‪،‬په کلې کې پردي‬
‫لرم‬
‫بیابه توره وباسمه‪،‬زړه مې ل یاغي لرم‬
‫مټې افغاني لرم‪،‬منګولې دزمري‬
‫لرم‬
‫فکر دزلمي لرمه‪،‬شوق دپسرلي لرم‬
‫عشق دموسیقي لرمه ویاړیې تاریخي‬
‫لرم‬
‫دود‪،‬دخواخوږي لرمه‪،‬مینه انساني لرم‬
‫شورلرم مستي لرمه‪،‬خوۍ دغرڅني‬
‫لرم‬
‫خیاله»څه خواري لرمه مسته شاعری«‬
‫لرم‬
‫توره مېداني لرمه‪،‬چیغه توپاني‬
‫لرم‬
‫پېغور‬
‫پتنګ ومانه په ځان دمینې تور‬
‫اوس یې شمعه کړوي په سر د‬
‫اور‬
‫ډېوه ټوله د رڼا په بیه درومې‬
‫خوپلتې خوارې ته پاته شې مخ تور‬
‫دا انګار به شي ترخپلو ایرولندې‬
‫چې سپرغۍ له ځانه وېشي لورپه‬
‫لور‬
‫په لمن یې دباروتوغبارګرزې‬
‫ددې بڼ ګلن به کله شی‬
‫سمسور‬
‫دلوونګوفصل لمرپه زړښت سپاري‬
‫خودغچ غبار یې پېټی شي د‬
‫لور‬
‫که داشته تودوخي ځان ته خوندي نکړي‬
‫سره سکروټه شي پخپله سوی‬
‫سکور‬
‫دمالیار په مخ کې چوتکی غوټۍ ښکل کړي‬
‫خویادېږې یې بلبلوته‬
‫پېغور‬
‫وزه خلصه شوه په تېښته له لېوه نه«‬
‫دقصاب چړې ته ورغله په‬
‫کور»‪۱‬‬
‫چې په بېخ کې ورته کېږدي اومې خښتې‬
‫خیاله»تخت یې له بنسټه شې«‬
‫نسکور‬

‫‪--------------------------‬‬
‫وزه (بوزه ) له لېوه څخه خلصه شوه ‪۱:‬‬
‫‪ .‬دقصاب کره ورننوتله‬

‫رنځور‬
‫په هره خواچې ځمه دی ضرور راسره ځي‬
‫دیاردمینې غم دی لکه نورراسره‬
‫ځي‬
‫هرڅویې که دزړه له منخه وباسمه بېرته‬
‫دفکرپه پرده باندې انځورراسره‬
‫ځي‬
‫دزلفوهره څوکه یې لشکه دغومبسې‬
‫پخپله په نخرولکه‬
‫تربورراسره ځي‬
‫دحق لېونۍ چیغه مې په ژبه باندې ګرزي‬
‫له دارسره مې برخه ده‬
‫منصورراسره ځي‬
‫داښکلي چې زه وینم دهالندپه روتردام کې‬
‫ارمان دی چې په مینه کې غرور راسره‬
‫ځي‬
‫قفس مې دپښتیوشودفیل تر پښولندې‬
‫د«خیال »دزړه بلبل پکې رنځورراسره‬
‫ځي‬

‫چېرې ولړې‬

‫نه دې اورم له راډیونه‬


‫نه دې غږله‬
‫تلوېزیونه‬
‫نه دې لوست په ښوونځي کې‬
‫نه دې څرک له‬
‫پوهنتونه‬
‫نه دې شتون په سېنماکې‬
‫رټل شوې له‬
‫روغتونه‬
‫نه دې توری په دفترکې‬
‫تری تم له‬
‫کتابتونه‬
‫اې د«خیال » د ادې ژبې‬
‫چېرې ولړې له‬
‫پښتونه‬

‫پاڅون‬

‫زېړی ګل یم له ازغي سره زرغون شوم‬


‫دخاټول غوندې په زړه کې ځګرخون شوم‬
‫کرۍ شپه دغم ګلۍ راباندې اوري‬
‫پاڼې پاڼې په لمن دسباوون‬
‫شوم‬
‫دتوکم توپیر مې نه ووخدای خوشته دی‬
‫ددښمن په ځنځیرونوکې پښتون شوم‬
‫دلیلدکوڅې سپي راپسې غاپي‬
‫زه شکېدلی ګرېوان ګرزمه مجنون‬
‫شوم‬
‫ددېب سیوری مې دسردپاسه ګرزې‬
‫له بابته یې په خوله باندې زبون‬
‫شوم‬
‫» اوس مې چیغه بندولی نشي «خیاله‬
‫چې په پټه خوله کې زوږ ومه پاڅون شوم‬

‫په تندي کې مې چې ګورې هره ګونځه‬


‫دغه ټولې دي دتادعشق له‬
‫رنځه‬
‫ستا دسترګو دبڼو ویشتلې غشې‬
‫بېرته وباسه زما دزړه له‬
‫منځه‬

‫‪،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،‬‬

‫که هرڅومره نوم وتلی په جهادیې‬


‫په وهلو ټکولوکې استادیې‬
‫چې کورونه ورانوې په هوانونو‬
‫قوماندانه مجاهد نه یې جلدیې‬
‫‪،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،‬‬
‫ته خو‪،‬ښه یې چې غندلی یې شې واړه‬
‫دغه سرې اوشنې دښمنې غدۍ‬
‫دواړه‬
‫دی به څه کړي چې پخپله یې تړلې‬
‫په دایوه خواکې لکۍ په بله‬
‫غاړه‬

‫‪،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،‬‬

‫دغه لوړې څوپوړیزې ودانۍ‬


‫دکابل په هره برخه کې‬
‫ماڼۍ‬
‫تاله کومه کړې ببره قوماندانه‬
‫نه دې مال وو نه دې پوهه نه ګدۍ‬

‫‪۶۶‬‬
‫نغارې‬

‫پیالې راډکوه چې نازنینې ته ورځم‬


‫دګلودګېډۍ غوندې رنګینې ته‬
‫ورځم‬
‫زمانصیب ته ګوره چې غنم مې شي«‬
‫»وربشې‬
‫په لره کې پیرې دي چې ورېښمینې ته‬
‫ورځم‬
‫» متل دی چې «دګوډې لر په ژرنده ورغلې‬
‫زما دغه مزل دی دیار مینې‬
‫ته ورځم‬
‫اوبه چې ترسرپورته شي څه یوه نېزه څه«‬
‫»دوه یې‬
‫ډوبېږم که رسېږمه سنګینې‬
‫ته ورڅم‬
‫دکلې په کوڅوکې نغارې دې غږوه یې‬
‫د لمردپلوشې په شانې سپینې ته‬
‫ورځم‬
‫دلرې نه واټن دی په شېبویې لنډومه‬
‫دعشق برخه خوږه ده چه شیرینې‬
‫ته ورځم‬
‫پیغام مې ورته یوسه ترکوڅې دوصال باده‬
‫په مینه ور روان یمه مهینې ته‬
‫ورځم‬
‫هرڅویې که داسیمي دي وېښلې تنزیمونو‬
‫د«خیال» دغه تکل دی خپلې وینې ته‬
‫ورځم‬

‫‪۶۵‬‬
‫تربور‬

‫بلبل په چیغوچیغوځي غونچې دګلوچور‬


‫ګلب په زړه ټپي ښکارې رېدی په‬
‫وینوسور‬
‫دپرخورڼې اوښکې له غوټیوراڅڅېږي‬
‫ګل تاج له سرنه ورکړ بوراتېښتې ته‬
‫مجبور‬
‫په ماپسې ل ګرزي څارګران دګاونډیو‬
‫په لوټویې راماته کړه هنداره‬
‫دشعور‬
‫په سر به دې بل شي څویې زهر وي په خوله‬
‫کې‬
‫زموږ خوتجربه ده «دلستوڼې‬
‫دمنګور»‪۱‬‬
‫نن تول دعدالت دمصلحت په تله کېږي‬
‫دحق نارې وهي په دارختلی دی‬
‫منصور‬
‫هرڅوک په دې نړۍ کې اول خپله وینه پالي‬
‫یوازې پښتانه دې چې دښمن‬
‫ګڼي تربور‬
‫یوتوره په لس ګرزوي بل ګوته په ماشه‬
‫ږدي‬
‫نن جنګ زموږ په برخه ګرزېدلی دی‬
‫دستور‬
‫خوبېرته که دامات زړونه راټول شي سره‬
‫»«خیاله‬
‫دا اور به دباروتو شي‬
‫ګلونه دتنور‬

‫‪۶۷‬‬
‫‪------------------------------‬‬
‫منګور = مار (دخوست په ځنې ولسوالیوکې ‪۱ :‬‬
‫منګیر ورته وایي موږ ددېوال ګړندي ته هم‬
‫منګور وایوچې تر چرمشکۍ لږ کچنی دی په‬
‫)‪ .‬خونوکې پیداکېږي او هغه یې بې ضرره دی‬
‫! خیبره‬

‫که هرڅومره دې نوم لوړ شمله دې بره‬


‫تورکاغان درباندې وختل‬
‫خیبره‬
‫چې داستاد جګوڅوکو ولکه غواړي‬
‫دښمنان درته رادرومې له‬
‫بهره‬
‫ستاعزت له هرڅه پورته ووافغانه‬
‫فلک څه چارې در وکولې‬
‫ستره‬
‫ته یې تل په توره وګټې پښتونه‬
‫دملغشی دې مات شي په‬
‫خبره‬
‫دمرګي وبا دې روږدې شوه په وینه‬
‫نیم په لره باندې وژني نیم‬
‫په بره‬
‫چې دخولې ګوله دې خوري ته ورته ګورې‬
‫ستاتر وچوشونډوجارشمه‬
‫نهره‬
‫زه خوهسې رنګه هوډ لرم وطنه‬
‫چې دې پت درسره پالم تر‬
‫ټکره‬
‫په جنت کې به مې هم دهیلوکور یې‬
‫د«خیال »ګل غوندي هیواده دزړه‬
‫سره‬

‫‪۶۸‬‬
‫منجله‬

‫په زړګي کې مې اورونه دې خراب یم‬


‫دوطن په مینه پوخ لکه‬
‫کباب یم‬
‫دبېلتون غمونوهسي رنګ نری کړم‬
‫چې له پوف سره ماتېږمه‬
‫حباب یم‬
‫لترڅومې ځوروې دمینې رنځه‬
‫تن مې وګوره له غمه وچ‬
‫رباب یم‬
‫»ړومبنیه عقله کاشکې چې وروستی وای«‬
‫اوس خوښکېل په منجله کې دګرداب‬
‫یم‬
‫په دې پټه خوله مې پروت برغولی ښه دی‬
‫کنه زه خو له اوله‬
‫انقلب یم‬
‫راشه وڅېړه د«خیال » دزړه دفترې‬
‫چې دغم دبدوپېښویوکتاب‬
‫یم‬

‫‪۶۹‬‬

‫غمازراځي‬
‫دښکلومیره څومره په نازراځي‬
‫لکه بلبله په مست‬
‫آوازراځي‬
‫په سپینولېڅو په سرومنګلو‬
‫دزړونوښکارته دغرونو باز‬
‫راځي‬
‫چټه درخوده په شوق مینه‬
‫دعشق رباب ته لکه شاباز‬
‫راځي‬
‫اتڼ یې زده دی ډول یې خوښیږي‬
‫سندرې بولې په وخت دساز‬
‫راځي‬
‫زمادهیلوسپینه کوتره‬
‫دزړه شاهین ته په‬
‫لوړپروازراځي‬
‫په مړوکتوکې اورونه وېښي‬
‫دمینې جنګ ته نوی‬
‫آغازراځي‬
‫» لرې به څارو‪،‬غمجنه «خیاله‬
‫مینه به پالوچې بیاغمازراځي‬

‫‪۷۰‬‬

‫دخاټولوجنډې‬

‫والوزئ وریېځواو راولونۍ زمزم‬


‫وشیندۍ په پاڼومرغلرې‬
‫دشبنم‬
‫ښکارې دخاټولودجنډود رپېدونه‬
‫رابه شي ګلشن ته نوی‬
‫دوردپرتم‬
‫مستې به نغمې شي اورامستې به بلبلې‬
‫پورته به شي بېرته تورې لړې‬
‫دتورتم‬
‫بیابه وي دښکلوتوتکیواتڼونه‬
‫بېرته به دزاڼوکتارونه‬
‫شي راتم‬
‫ناڅي به ګلونه اوراپاڅي به عطرونه‬
‫ولړي به شي بېرته دغه دوړې‬
‫دماتم‬
‫اورې به دپرخومرجانونه په شنېلیو‬
‫ګرزي به له«خیال »سره ر اګرزي‬
‫به صنم‬

‫‪۷۱‬‬

‫انصاف‬

‫په یوه پښه ولړیم دګل پېټی مې په سر‬


‫رېدی دپسرلي یمه‬
‫نڅېږم لروبر‬
‫ددښتو په لمنو بې اوبورازرغونېږم‬
‫باران که په ما نه اوري ولړیمه‬
‫نهر‬
‫ګهیځ راباندې ولوروي پرخې مرغلرې‬
‫ډېر ژر یې پلوشې راڅخه تښتوي‬
‫دلمر‬
‫نسیم یې دشمال څپوته وېشي په هواکې‬
‫وږمې‪،‬مې په عطرونوکې دمشکودعنبر‬
‫ترڅوچې زه غوټۍ اوسم له سترګوالونیایم‬
‫که وخاندمه وړانګو ته مانه‬
‫پرېږدي خطر‬
‫له بېخه مې ور وشکوي ځواني مې نیمه‬
‫خواکړي‬
‫په زلفوکې مې وټومبي پیمخې‬
‫په هنر‬
‫سوکه سوکه مې پېغلې دتندي دښکلسیال‬
‫کړي‬
‫له ځان سره مې لېږدوي‬
‫ویالې ته برابر‬
‫خوښي اوخنداګانې خوکوي دکلې مستې‬
‫رازونه وې له ماسره‬
‫دنجونوودګودر‬
‫خواله مې له سپین مخ اوله سروشونډوسره‬
‫کېږي‬
‫ترڅو چې زه تازه یمه پالي‬
‫مې زورور‬
‫چې مړاوی شم‪،‬ماپاڼې پاڼې ورژوي ښکلي‬
‫په ګوتوکې مې مروړي بیامې واچوې‬
‫بهر‬
‫» انصاف دبندګانوخوهمدغسې وې «خیاله‬
‫چې ګټه ورته نلرم وهي‬
‫مې په ډګر‬

‫پرتله‬

‫ستادزلفود ولول دغه تعبیردی‬


‫چې زماپه برخه تل دعشق‬
‫ځنځیردی‬
‫که هرڅویې پرتله کړمه په شعرکې‬
‫ترسپوږمۍ دې ښایسته دمخ‬
‫تصویردی‬
‫چې په جېب کې یې ټاپې وې دتورونو‬
‫نن یې جام په لس نیولی هغه‬
‫پیردی‬
‫مریدانویې اسرې ورته راوړې‬
‫ددانې حریص پخپله په دام‬
‫ګیردی‬
‫چې زمادوطن واګې رانه غواړي‬
‫د دې سرو اوشنوغدیوڅه‬
‫توپیردی‬
‫» هګۍ دلته اچوي کوټ کوټ یې هلته«‬
‫د بهیر په برخه دغه رنګه‬
‫میردی‬
‫چې منګولې یې د«خیال» په وینوسرې‬
‫وې‬
‫هغه بیا زموږ په کلې کې‬
‫آمیردی‬

‫‪۷۴‬‬

‫لوه نګ‬

‫بیامې دبرېښنا په شانې تېره شوې په څنګ‬


‫اوړې په سوکه سوکه را اوړې په‬
‫غورزنګ‬
‫لردې ترګودره ده زموږ دکورله مخې‬
‫درومې په وربوزباندې‪،‬رادرومې رنګ په رنګ‬
‫ونه دچنارلرې‪ ،‬ښایست دې دنرګسو‬
‫خوله دې سپینه پوڅه ده‪ ،‬په شونډوکې دې‬
‫بنګ ‪۱‬‬
‫ستاڅڼې دمشکو اوګلونوخوشبویي لري‬
‫وشینده عطرونه‬
‫اوراوپاشه لوه نګ‬
‫کوردې رانږدې شه ل‪،‬غمونه دې شه لرې‬
‫مینه د زړګي راکړه‪ ،‬له‬
‫سترګوسره جنګ‬
‫ستاځواني دې ښکلې وي دخیال ګرېوان دې‬
‫څیرې‬
‫ګرزم له درخوسره‬
‫راګرزمه ملنګ‬

‫‪۷۵‬‬
‫‪-------------------------‬‬
‫پوڅه = پنیر ‪۱ :‬‬

‫شات‬
‫نه دې بولې شته نه لړې نه دې پچه‬
‫خوهرشی مرداروې‬
‫ناولیه مچه‬
‫دمچۍ غولوته وګوره چې شات دي‬
‫پاچهان یې تل څټي په زیاته‬
‫کچه‬
‫دورېښمودچنجیوخولویاړدي‬
‫چې یې اغوندي هرخان دبل له‬
‫غچه‬
‫ناخبره یې ستاخوندپه ژبه وکوت‬
‫دیارخوله دې و رترخه کړه دغم‬
‫مرچه‬
‫ناپوهي هغه بلده که پې واوړې‬
‫تل به لس ترزنې ناست یې برخه‬
‫وچه‬
‫نه دې شات وي نه ورېښم نه پلوونه‬
‫آزاد ژونددې وي په پت کې بې له‬
‫کوچه‬
‫ستادسترګودکجلودارو راکړه‬
‫زماتورې سترګې سرې دعشق له‬
‫لچه ‪۱‬‬
‫لبه څودرپسې ګرزمه ستومانه‬
‫خدای دې مه لره د«خیال » له غوټې‬
‫بچه‬
‫‪۷۶‬‬
‫‪-----------------------------------‬‬
‫‪ .‬لچ = دسترګوناروغي ‪۱:‬‬
‫دایوه ساري ناروغي وه چې پخوا په کلیوکې ډېره‬
‫زیاته وه دپښتوژبې په لنډیواوکاکړي غاړوکې یې‬
‫‪ :‬ډېره یادونه شوې لکه‬
‫شینخالۍ په کلې ولړه‬
‫یابه لچ راوړي یا غاړه‬
‫غاړه = والګی=رېزش ‪،‬زکام‪،‬کله په سکاروې هم‬
‫اوړي‬
‫» غاړه =آواز=سندره لکه ‪« :‬پلنی ښې غاړې لري‬
‫غاړه = غړۍ‬
‫‪ .‬غاړه = څنډه ‪،‬لکه دګودرغاړه اونور‬

‫ناغه‬

‫بیرغ به دې په سترګو ښکلومه چې درځم‬


‫ګلونه به له تانه جارومه‬
‫چې درځم‬
‫ناغه مې دزړه سردرته ساتلی دی هیواده‬
‫ګیلې دې په لېمو باندې منمه چې‬
‫درځم‬
‫دمینې ولولې دې چې رسواراڅخه نشي‬
‫په خونه دسینه کې یې ساتمه چې‬
‫درځم‬
‫تصویر دې لکه ګل دپسرلي افغانستانه‬
‫دفکر په زانګوکې زنګومه چې‬
‫درځم‬
‫په فال باندې ایمان به په یرغوې کې خوندي‬
‫کړم‬
‫تقدیردی په تدبیریې اړومه چې‬
‫درځم‬
‫چې ستا دزړه باورد«خیال »په مینه باندې‬
‫وشي‬
‫له سترګوڅخه اوښکې تویومه چې‬
‫درځم‬

‫‪۷۷‬‬

‫سکڼی ماښام‬
‫سترګي دې سرې‪،‬بڼه دې ژېړه‪،‬زلفې دې‬
‫سپورې‬
‫تر مخ دې جارشم ولې خپه یې دسپوږمۍ‬
‫خورې‬
‫پلوشې تښتي لمرپناه کېږي رڼا ډوبېږي‬
‫سکڼی ماښام دی شنه یې لمنه رڼه‬
‫یې ستورې‬
‫اوس لخزان دی شنېلي دې مړاوې سېلۍ‬
‫چلېږي‬
‫په باغ کې نشته زېړی ګلونه څانګې‬
‫سمسورې‬
‫زړه مې خپه دی دژوند ولجه مې دغم توښه ده‬
‫په ښارکې غله دي تیږې را ولي زما‬
‫په لورې‬
‫تل خوبه نه وي د ویردپېښوهسې ناخوالې‬
‫پښتانه وایي«کاسې دکبرآخر‬
‫نسکورې »‪۱‬‬
‫دغه نړۍ ده په لوړاوځوړکې ترڅوچې پایو‬
‫وایي چې نه مرې لبه یې واورې» تردې«‬
‫لنورې ‪۲‬‬
‫شپه به رانغاړي دپلوپیڅې ترسباوونه‬
‫بیابه په بڼ کې غوټۍ غوړېږي پرخې به‬
‫اورې‬
‫ته به دزلفوعطرونه وېښې وړانګې به لونې‬
‫پېکی به ږمنځ کړې سترګې به تورې ګاڼه‬
‫درپورې‬
‫وږمې به ګرزي ګېډۍ به خاندي څانګې به‬
‫ناڅي‬
‫زاڼې به راشي «خیال »به اتڼ کړي ته به‬
‫یې ګورې‬

‫‪۷۸‬‬
‫‪------------------------------------‬‬
‫‪ .‬دکبرکاسه نسکوره وي ‪۱ :‬‬
‫‪ .‬چې نه مرې ل به واورې ‪۲ :‬‬

‫توښه‬

‫ماته وایي په خلوت شه دنیاپرېږده‬


‫ددوزخ د اورله وېرې‬
‫څخه رېږده‬
‫وایي ژوند لکه دسیندڅپه تېرېږي‬
‫داسپېره نړۍ فاني ده‬
‫ځنې لېږده‬
‫شیخ پخپله نعمتونه دلې غواړي‬
‫بل ته وایي ددې ړنګې توښه‬
‫ورې ږده‬
‫که یې ورسېږي وس ترکومې ښکلې‬
‫په مننه یې نیولې ور‬
‫ته غېږده‬
‫زه چې پل دیاردکلې په لورږدمه‬
‫ډاروي مې چې ګناه به لري‬
‫مې ږده‬
‫اوس که غواړې چې ماوپېژنې ځوانه‬
‫نود«س»په ځای دسیال په سرکې «خ‬
‫» ږده‬
‫خیاله»لرخودچړوپه څوکو نه ده«‬
‫دانصاف په سمه کرښه قدم‬
‫کېږده‬

‫‪۷۹‬‬

‫دغم مېچنې‬

‫شېبې درپسې شمېرمه دلبره راشه بیا‬


‫زمادسترګوتوره دزړه سره‬
‫راشه بیا‬
‫دمار اوده اسانه ده لټکې په موږ روږدې ‪۱‬‬
‫درمل ته یې حیران یم پاړوګره‬
‫راشه بیا‬
‫چې واردې خطانشې زه به لرې درته څارم‬
‫منګی په اوږوکېږده ترګودره‬
‫راشه بیا‬
‫بنګړي په کې ماتېږي دیارۍ دغه دستوردی»«‬
‫‪۲‬‬
‫پخلبه دې کړم بېرته مروره‬
‫راشه بیا‬
‫سکروټې په ببوزې باندې نشي سړېدلی» ‪«۳‬‬
‫خپل چم راته راوښیه هنره‬
‫راشه بیا‬
‫لمن دتره ږمیو په ګلونه راخوره ده‬
‫ګلشن په تارڼاده‬
‫برېځره راشه بیا‬
‫لشکې دبڼولکه مرمي راباندې اوري‬
‫ټپونه مې شړېږي درمانګره‬
‫راشه بیا‬
‫ترڅوبه لمېچنې په موږ ګرزي دغمونو‬
‫د«خیال»سترګې په لره دې اختره‬
‫راشه بیا‬

‫‪۸۰‬‬
‫‪-------------------------------------‬‬
‫لټکه = دوه سری مار ‪۱ :‬‬
‫‪ .‬په یارۍ کې بنګړي ماتېږي ‪۲ :‬‬
‫‪ .‬سکروټې په ببوزې نه سړېږي ‪۳:‬‬
‫ببوزی = پکی = بادپکه‬

‫سپم‬

‫ماته راکړه لږ دمینې مست شراب‬


‫چې مې وباسي له زړه‬
‫څخه خناب‬
‫هریو ول دې ځنځیري لیکلی خط دی‬
‫چې مې ولوست ستادزلفودرست‬
‫کتاب‬
‫داچې شنه چپنه اغوندې چنګښې‬
‫ستاپه لوبوباندې پوه یوپه‬
‫حساب‬
‫ستنې خپله سپم نیولی ووسپڼسي ته‬
‫په ټپي زړګي یې‬
‫ننوت تناب‬
‫» چې کرې هغه به ورېبې کرګره«‬
‫دژوند فصل دی وبال وې که‬
‫ثواب‬
‫په نیلي غوندې خولۍ یې خطا مشه‬
‫د اوبوپه سرپوستوکی دی‬
‫حباب‬
‫لدسرسلمتي دلیلغواړم‬
‫که هرڅویې کړم دعشق په‬
‫اورکباب‬
‫» دادې څه لېونۍ مینه وکړه «خیاله‬
‫چې یې وتوږلې وچ لکه‬
‫رباب‬

‫‪۸۱‬‬

‫ګودره‬

‫دنورچینه دې وچه مه شه لمره درسره یم‬


‫دا وړانګې چې رالېږې خیالیګره‬
‫درسره یم‬
‫چې پت دې له بې پتونه خوندي اوسي وطنه‬
‫ستامینې ته راغلی یم ځګره‬
‫درسره یم‬
‫یوغږدجګوغرونویم له ګران افغانستان نه‬
‫له کوټې ترکابله پېښوره‬
‫درسره یم‬
‫دشعرپه ولولوکې به دې هم راسره پالم‬
‫له لسه به دې ورنکړم ډګره‬
‫درسره یم‬
‫چې بیادې څوک په وینو باندې ونه لړي غاړې‬
‫عزت ته دې ولړیمه ګودره‬
‫درسره یم‬
‫دخیال دسرشمله یې تل ترتله هسکه اوسې‬
‫زمادهیوادعشقه دزړه سره‬
‫درسره یم‬

‫‪۸۲‬‬
‫کارمساله کوي‬

‫سرپه اوږوګرزوي پتنګ بلې ډېوې ته ځي‬


‫زړه یې په لمبه ایښی دمینې تماشې ته‬
‫ځي‬
‫څوک چې ورته ووایي افغانه غوږدې سپي یووړ«‬
‫خپل غوږونه‪،‬نه ګوري په منډه دسپي خولې ته‬
‫»ځي‬
‫څه ګټه لنجرومې ته چې خپله خوله یې توره کړه‬
‫ښه خوسلیي ده له رنجوسره‬
‫لېمې ته ځي‬
‫وار دی دشیخانو دبربنډوګناهونویې‬
‫پام یې له پیالې سره لسونه یې تسپې ته‬
‫ځي‬
‫»خواره دې شي مینځه چې دمینځې کالي وینځي«‬
‫ګوره پهلوان ته دلسپوڅې ارادې‬
‫ته ځي‬
‫»چاري مساله کوي اولپي یې بي بي وهي«‬
‫تورې پښتانه وهي ویاړونه یې شملې ته‬
‫ځي‬
‫» وایي«دمېږي لپاره پرخه هم توپان شي‬
‫خیال» غریب ته ګوره چې دهري بلخولې ته«‬
‫ځي‬

‫‪۸۳‬‬
‫په زړه کې شور لرم بلواغواړي‬
‫لېونۍ مینه‬
‫برملغواړي‬
‫دزمانې هسې دستورته ګوره‬
‫ږیره زما واک یې مل غواړي«‬
‫»‬

‫‪------------------‬‬

‫چې دحسن خان دې راغی زه یې ګروکړم‬


‫دبڼو په بزګرانودې‬
‫هم لوکړم‬
‫اوس غوبل دبیلتانه راباندې ګرزي‬
‫دالف په شانې سیخ وم عشق‬
‫دې«و»کړم‬

‫‪۸۴‬‬

‫د دېب سیوری‬

‫نوم دې لښته رنګ او بوۍ دې دګلب‬


‫جام دبنګویې مستي دې د‬
‫شراب‬
‫زمازړه پرې غږوي دعشق سندرې‬
‫تورې زلفې دې تارونه‬
‫د رباب‬
‫دمنشورغوندې یې وېښي په هرلورې‬
‫پسرلی دی‬
‫درنګونوښکلی باب‬
‫دازموږ انارکه څومره خوندوردي‬
‫خوددوئ خورمابه اخلوپه‬
‫ثواب‬
‫که وروري سره کوو دغه متل دی«‬
‫‪۱‬‬
‫چې ترمنځه به ټاکلی وي «‬
‫حساب‬
‫اوس ملدخپل چړي په چیغه درومي‬
‫زړه مې ځکه شودغم په‬
‫اورکباب‬
‫دغه دروندسیوری خو بیادهغه دېب دی‬
‫چې ښایست دشاپېرۍ یې‬
‫کړخراب‬
‫چې یې تېرکړ دزندان په پنجروکې‬
‫همدغومره وود«خیال »غریب‬
‫شباب‬
‫‪۸۵‬‬
‫‪----------------------------‬‬
‫‪ .‬وروري به کوو حساب ترمنځه ‪۱:‬‬

‫لټون‬

‫چټه مروره ده په غرو‪،‬ورپسې ګرزم‬


‫څه وکړم مین یم په پلمو ورپسې‬
‫ګرزم‬
‫ګرزمه په دښتواو راګرزم په غونډیو‬
‫ستړی اوستومانه په غرموورپسې ګرزم‬
‫وزمه له کلې خوله نرخه وتی نشم »«‬
‫‪۱‬‬
‫دغه زموږ دود دی په کلو‪،‬ورپسې ګرزم‬
‫څارم ګودرونه اوراغواړمه باغونه‬
‫سپورورپسې نه ځمه په پښوورپسې ګرزم‬
‫وایي چې«مړه ګېډه فارسي وایي»کابله ‪۲‬‬
‫زه خو په هرځای کې په پښتوورپسې‬
‫ګرزم‬
‫شونډې یې موسکالرې لېمې یې مرورې‬
‫خیاله »که خپه وه په توبوورپسې«‬
‫ګرزم‬

‫‪۸۶‬‬
‫‪------------------------------------‬‬
‫له کلې ووزه له نرخه مه وزه ‪۱ :‬‬
‫مړه ګېډه فارسي وایي ‪۲ :‬‬

‫هیواد ته‬

‫که مې سردی که مې مال دی که مې تن‬


‫دی‬
‫له دې ټولوڅخه خوږ راته‬
‫وطن دی‬
‫دجنت دنعمتونو نښانې دي‬
‫که یې دښته که یې غر دی که‬
‫چمن دی‬
‫ویاړاوپت مې له هیوادسره تړلې‬
‫که دا نه وي نو منلی مې‬
‫کفن دی‬
‫نورڅه نشته چې یې جارکړمه له خاورې‬
‫اوس مې نذر ورته ایښی خپل بدن‬
‫دی‬
‫که هرڅومره ګوزارونه یې خوړلې‬
‫لتراوسه له هرچاڅخه‬
‫پتمن دی‬
‫که یې لرې شم له غېږې هم دباندې‬
‫زمازړه یې په نامه باندې‬
‫مین دی‬
‫زردچوبې ته زېړ لرګی مه وایه زیاره‬
‫په پښتو ژبه کې دغه‬
‫کورکمن دی‬
‫د«خیال »زېړ زبېښلی مخ سپېره یې بڼه‬
‫دوطن دعشق له غمه‬
‫لوغړن دی‬

‫‪۸۷‬‬

‫پسرلي ته‬

‫دبهارموسمه زېری مې درباندې‬


‫نندارې ته دې رنګونه راروان دې‬
‫رڼې پرخې امېلونه درته پېې‬
‫په ګلبوکې عطرونه درته خاندې‬
‫پورته ګرزي درمندونه د وریېځو‬
‫لندې ګڼې مرغلرې دباران دې‬
‫پلوشې دې ښکلوي د ونوڅڼې‬
‫دغوټیو امېلونه دې غړواندې‬

‫‪۳۱‬‬
‫خوافسوس دی لتراوسه پسرلیه‬
‫له هواڅخه مرمي را‪،‬اوري‬
‫لندې‬
‫لټانکونه ورانوي دخلکوخونې‬
‫په هرلورې ژړاګانې دي‬
‫یاساندې‬
‫لسرونه پرېکوي دبل په امر‬
‫غلیمان مولد وینو په ارمان‬
‫دې‬
‫» دانړۍ خوپه امېدخوړله کېږي«‬
‫غرکه لوړدی لریې شته ده په«‬
‫»سرباندې‬
‫»وایي ژرنده که دپلرده هم په وارده«‬
‫داولړبهیربه بېرته ځي په‬
‫وړاندې‬
‫بیابه تالندې برېښناوې سره ناڅي‬
‫شین توتیان به اتڼونه درته‬
‫کاندې‬
‫خیال»به بیادسباوون ګلونه ستایي«‬
‫د ګلشن وږمې به ګرزي لندې‬
‫باندې‬
‫دیوروپ نجونې دې مستې اوبربنډې‬
‫خپلې څڼې پرې کوي لمنې‬
‫لنډې‬
‫دلته مینه کول عیب نه یادېږې‬
‫خو زما په اوږو باردې دغم پنډې‬

‫‪------------------‬‬
‫وایي چې اوبه که څومره زورلري«‬
‫ځمکه ورته خپله هومره‬
‫» سورلري‬
‫وینه یې که هرڅومره ارزانه ده‬
‫مرګ دپښتنوخوګوره‬
‫پورلري‬

‫‪۸۸‬‬

‫ستاداتورې تورې سترګې زماخوښې‬


‫زوړ دستوردې ګرزوي راڅخه‬
‫ګوښې‬
‫یووارراشه له نژدې مې تپوس وکړه‬
‫یاردیاردپاره خوري دغوایي غوښې«‬
‫»‬

‫‪---------------‬‬
‫ستامینه مې په وینه کې روانه په سیالي ده‬
‫پالنه دې په ما افغانستانه په‬
‫سیالي ده‬
‫حیران یمه دوران دزمانې ته چې را اوړي‬
‫مېړانه په سیالي وه اوس سپېتانه په«‬
‫»سیالي ده‬
‫‪۹۰‬‬

‫ګرم نشته‬

‫په زړه باندې رنځوریمه صنم راسره نشته‬


‫درمل ته یې حیران یمه ملهم‬
‫راسر نشته‬
‫په مړینې نڅاګانې دژوندیوپه ماکاندي‬
‫تراوسه هم لفکردتوکم‬
‫!راسره نشته‬
‫چې برخې سره وېښي تل زماپله وې سپکه‬
‫خپل حق غوښتلی نشمه قلم‬
‫راسره نشته‬
‫دبل په ژبه وېلی شم سندرې اوشعرونه‬
‫پښتون یمه دخپلې ژبې غم‬
‫!راسره نشته‬
‫دحسن رنګینې مې له باروتوسره ولړې‬
‫بې رنګه پسرلی یمه موسم‬
‫راسره نشته‬
‫هرچاته مې چې لس دیارانې ورغزولی‬
‫په لس کې یې خنجر نیولی سم‬
‫راسره نشته‬
‫نورمه وژنه صیاده فریادونه دبلبلو‬
‫دصبرکاسه ډکه شوله زغم‬
‫راسره نشته‬
‫هم غل وایي چې غله دي هم کوربه وایي چې«‬
‫غله دې‬
‫جزاخوبه یې «خیال »ګالي چې ګرم‬
‫راسره نشته‬

‫‪۸۹‬‬

‫دشهسوار«سنګروال» دښکلې شعر په اقتفا‬


‫بړبوکۍ‬

‫ښکلی سباوون وومازدیګر وخوړ‬


‫تورې تروږمۍ راڅخه لمر‬
‫وخوړ‬
‫باغ مودخزان سېلیو وڅانډه‬
‫ږیروله منګیونه ګودر‬
‫وخوړ‬
‫بیاموپه دې غرونوکې وباګرزي‬
‫ژوند دپښتنویې لروبر‬
‫وخوړ‬
‫روږدې شوه په کلیواوکوڅوکې‬
‫سم یې له وسلوسره لښکر‬
‫وخوړ‬
‫وایي زمانه اخره شوې ده‬
‫ګوره چې ګیدړې هم زړور‬
‫وخوړ‬
‫دېب دشورویانوخولڅه کوې‬
‫توغ دآزادۍ یې برابر‬
‫وخوړ‬
‫جاردې شم هیواده «خیال »ته وخانده‬
‫ستادعشق غمونوخومې سر وخوړ‬
‫‪۹۱‬‬

‫ملیکې‬

‫چې هرې خواته خوځمه پیرې راسره ځي‬


‫ددوواوږوله پاسه پرښتې راسره‬
‫ځي‬
‫زمادعملونوحسابونه راته لیکي‬
‫د ورځې ترماښامه اودښپې راسره‬
‫ځي‬
‫که زه پخپله سم یمه نوښه مې راته کاږي‬
‫خوپل چې بې ګودره ږدم کږې راسره‬
‫ځي‬
‫چې کورته راروان شمه په سترګوکې مې څاري‬
‫له ست کولوپرته مېلمنې‬
‫راسره ځي‬
‫که ښې چارې مې ولیکي دښۍاوږې ملکه‬
‫په ورځ داخرت کې به پیالې راسره‬
‫ځي‬
‫غلمان به په ماڼیوکې نڅاوې سره کاندي‬
‫دحوروبه ورېښمینې کجاوې راسره ځي‬
‫دباغ په رنګینوکې به سندرې سره بولو‬
‫پیالې به دشرابوپیمانې راسره‬
‫ځي‬

‫‪۹۲‬‬

‫ډولونه ربابون به غږېږي هرې خواته‬


‫اتڼ خومې کلتوردزمانې رسره راسره‬
‫ځي‬
‫له پاسه به دشاتو بارانونه په ما اورې‬
‫دلندې په ویالوکې به شیدې راسره‬
‫ځي‬
‫شیطان به ددوزخ له پنجروڅخه راګورې‬
‫دمشکواوعنبروبه وږمې راسره‬
‫ځي‬
‫خوبرخه ددنیا مې له ازله خواره شوې‬
‫دژوندپه هره پېښه کې خطرې‬
‫راسره ځي‬
‫دیوې بلپه خوله کې یم په بله باندې اوړم‬
‫چې کومې خواته ځمه زولنې راسره‬
‫ځي‬
‫زماپه ګرېوانه باندې د اوښکو مرغلرې‬
‫دسترګوله چینوڅخه رڼې‬
‫راسره ځي‬
‫دااوس مې په ټټر باندې مېچنې ګرزي خیاله ‪۱‬‬
‫ډګرته چې راووزم زلزیلې‬
‫راسره ځي‬

‫‪۹۳‬‬
‫‪--------------------------------‬‬
‫‪ .‬مېچن = دلس ژرنده =بې اوبوژرنده ‪۱ :‬‬
‫مېچنه په لس تاوېږی ‪ ،‬اوړه یې لواړ دي او‬
‫‪ .‬ارغستلې یا اوګره ترې جوړوي‬
‫کاشکې‬

‫زه به درشم چې ګلونه درنه جارکړم‬


‫دلوونګوخوشبویي به دې نثارکړم‬
‫لکه ته چې څنګه ژوبل شوې هیواده‬
‫زه پخپله ستا غمونوهسې خوارکړم‬
‫چې دې یادپه هر محفل کې چېرې وشي‬
‫خدای خو شته دی په نامه دې افتخارکړم‬
‫د وجودوینه مې ستادسرخیرات شه‬
‫که داغرونه اورغونه دې‬
‫ګلزارکړم‬
‫ستاله دغه لورېینې نه مننه‬
‫چې د مینې په بهیرکې دې مهار کړم‬
‫کاشکې زړه مې دنظمونوتومنه مومي‬
‫چې دشعرپه مرغلرودې‬
‫سینګارکړم‬
‫چې داهره یوه غدۍ درباندې راغله‬
‫ستاپه مینه کې یې شومه د انګار‬
‫کړم‬
‫تل د«خیال »په زړه کې دغه ارمان ګرزي‬
‫چې دې غاړې ته زېړي ګلونه‬
‫هارکړم‬

‫‪۹۴‬‬

‫پایله‬
‫دزاهدپه خوله کې ګرزې سپینې حورې‬
‫دجنت په نعمتونوکې‬
‫مشهورې‬
‫دی پخپله نذرانې ګڼي په ګوتو‬
‫موږته وایي چې وهئ په جنګ کې تورې‬
‫اوس یې پای شو دهیوادلپاره دغه‬
‫چې له خپلوځالو ووتې مستورې‬
‫نن چې ځنې دوطن ګللۍ وینې‬
‫دګاونډ دتورمخانودې مزدورې‬
‫چې یې مچ په پلونه پرېښودله نازه‬
‫په عربوکې شیخانوته مجبورې‬
‫څوک چې پاته شوې دلې روغې رمټې‬
‫لوغړنې خویاکونډې دې یابورې‬
‫نه یې مال شته نه خواړه نه درملنه‬
‫خیاله »ګرزې په غمونوکې رنځورې«‬

‫‪۹۵‬‬

‫دزړه غږ‬

‫څه راته خاندې ګودرخونه یم‬


‫ګوډی د ویر شوم‬
‫اخترخونه یم‬
‫ولې مې څارې پخپل وطن کې‬
‫سپېره کودی یم‬
‫ګوهرخونه یم‬
‫کلی ز ما دی واک یې دتا سي‬
‫ترټې مې څته سوالګر خونه‬
‫یم‬
‫جهادچې فرض وو ټولواداکړ‬
‫اوس چې غریب شوم رهبرخونه‬
‫یم‬

‫‪۹۶‬‬

‫دشګوپاڼ شوم د رودپه غاړه‬


‫ورو ورونړېږم‬
‫کمرخونه یم‬
‫زه یوافغان یم غلیمان ډېردي‬
‫توره لرمه‬
‫لشکرخونه یم‬
‫مه رانه تښته دهوسۍخورې‬
‫مین به یمه‬
‫خطرخونه یم‬
‫څپانده سیندوم په خوړ بدل شوم‬
‫غېږې ته راشه‬
‫ژورخونه یم‬
‫» چې برخې وېښې مېړونه ګوره«‬
‫ښکلی زلمی یم‬
‫ببرخونه یم‬
‫لږ مې درپت کړه ترپلولندې‬
‫خیال »درسره دی بهرخونه«‬
‫یم‬

‫جرس‬

‫که یې غشي دي که دام دی که قفس‬


‫که یې چوف دی که یې کوډې که‬
‫محبس‬
‫څوچې موږ په بهیرونوکې روان یو‬
‫دکاروان سره به زوږ‬
‫وي دجرس‬
‫دهیواد دغېږې مینه مې په زړه کې‬
‫لکه وینه داسې ګرزي‬
‫هرنفس‬
‫که غلیم درته هرڅومره ګللی شي‬
‫په منګولوکې یې مه ورکوه‬
‫وس‬
‫چې پیشویې دپخوغوښوکشۍ کړه » ‪«۱‬‬
‫زما صبرخودې خدای لره‬
‫وي بس‬
‫که دسرو زرو چاړه دې وې په لس کې ‪«۲‬‬
‫»دامتل دی څوک یې نه منډې په نس‬
‫خیاله»زړه دې دلونګوخوشبویي شه«‬
‫چې په خپلوغرو یې وېښې په هوس‬

‫‪۹۸‬‬
‫‪---------------------------------‬‬
‫‪ .‬پیشو یې دغوښو کښۍکړه‪۱:‬‬
‫‪ .‬پیشو= پشي = پشه = پشک ‪:‬‬
‫کښی=ساتونکی=پیره دار=محافظ=څارګر ‪:‬‬
‫)‪ .‬په تېره بیادکروندو‪،‬باغونو اوکښتونو لپاره(‬
‫چاړه که دسرو زرو هم وي سړی یې په خپل‪۲:‬‬
‫‪ .‬نس نه منډي‬

‫ګلب‬

‫په زلفوکې مې وټومبه ګلب راغلی یم‬


‫وربل ته دې له یارڅخه ځواب راغلی‬
‫یم‬
‫له څانګې یې راپرې کړمه ډالۍ دتالپاره‬
‫مامه مروړه په ګوتوکې خراب‬
‫راغلی یم‬
‫په رنګ کې ستادمخ سره سیالي ته لویېدمه‬
‫ځواني مې درنه جارشوله خناب راغلی‬
‫یم‬
‫ګلپاڼې مې لنه وې غوړېدلې سباوون ته‬
‫بې وخته نیمه خواشوم په عذاب راغلی‬
‫یم‬
‫دزنې په خولومې اوبوه تازه به اوسم‬
‫چې مړاوی درنه نشمه کریاب راغلی‬
‫یم‬
‫یوه زېرمه دعطرونویم یورازخوږې مینې‬
‫د«خیال » کرلی ګل وم په شباب‬
‫راغلی یم‬

‫‪۳۷‬‬

‫کجل یووړ‬

‫زړګی مې له کوګل څخه منګول یووړ‬


‫آرمان دخوږې مینې مې وربل‬
‫یووړ‬
‫یومرغه ووسلو لومې ورته ایښې‬
‫صیاد دزمانې رانه اول‬
‫یووړ‬
‫بلبل دپښتو ژبې مې له بڼ څخه‬
‫دخاورولندې قبرته کابل‬
‫یووړ‬
‫تاریخ مو له لرغونوخزانو سره‬
‫دسیمې غلیمانو په یرغل یووړ‬
‫مشال دیار دمخ زماله لسه‬
‫بېلتون له پلوشوسره په چل‬
‫یو وړ‬
‫یوعشق د ولولومې د وطن په نوم‬
‫دشعر په مرغلروکې غزل یووړ‬
‫د«خیال » دزړه بورایې په لټون ووچې‬
‫وصال دتوروسترګوکجل‬
‫یووړ‬

‫‪۱۰۰‬‬

‫که څوک ښه وایي که بدوایي که رد‬


‫له آموتر اباسینه مې خپل‬
‫حد‬
‫زه خوڅه دچاپه ږیره دعوه نکړم‬
‫داوطن مې هم دپلر ووهم‬
‫دجد‬

‫‪--------------------------‬‬

‫له ولجوسره دې نه یم څلوربوله‬


‫مادښکلې خاورې مینې ته دربوله‬
‫که مې سردخپل وطن په مینه ورکړ‬
‫دژړاپه ځای سندرې په‬
‫مابوله‬

‫‪۱۰۱‬‬
‫دکوچيانو غږ‬
‫هرګهیځ له ځګرخونه سره لېږدو‬
‫موږکوچیان یوله بېلتونه سره‬
‫لېږدو‬
‫خپلې کډې باروو دچرګ په چیغه‬
‫لوڅ لغړله سباوونه سره‬
‫لېږدو‬
‫ورشوګانې مودغلوپه ولکه ولړې‬
‫لکه زاڼې اوس له یونه سره‬
‫لېږدو‬
‫دخېموزړې تړانګې موپه شادي‬
‫درپه درله شواخونه سره‬
‫لېږدو‬
‫بې منزله پړاوونه دې وهو یې ‪۱‬‬
‫وږې تږې له ژوندونه سره‬
‫لېږدو‬
‫دتوپان په اوږوباردمرګ په لورې‬
‫دغمونوله تړونه سره‬
‫لېږدو‬
‫لترڅوپورې به ګالودغه ستونزې‬
‫«خیاله » راشه له غبرګونه سره لېږدو‬
‫‪۱۰۲‬‬
‫‪--------------------------------------‬‬
‫پړاو = تم ځای = فرسخ ‪۱:‬‬
‫پړاو= مرحله =(دپړاو اصلي مانادکاروانونودتم کېدلو‬
‫ځای ووخو دتلوراتلو اولېږدېدنې دعصري وسایلو د‬
‫رامنځ ته کېدلوسره سم پخوانیوکاروانونواوپړاونوهم‬
‫نوې بڼه ونیوله اوپړاو دنویواړتیاوو له مخې خپل ځای‬
‫مرحلې ته ورکړ ځکه چه پښتو ژبې مرحلې ته کوم نوم‬
‫نه درلود نواوس پړاودمرحلې په مانادودپیداکړاوکله‬
‫چې پخواني شوروي اتحاد دجدې په شپږمه نېټه په‬
‫اقغانستان یرغل وکړنو‪،‬نوې مرحله او یا نوې او‬
‫متکامل پړاودومره ډېراستعمال شوچې دهغه اصلي‬
‫مانابېخي هېره شوه ‪ ).‬له کابله تر غزني پورې دلرې‬
‫‪ .‬واټن شپږ پړا وه وو‬
‫چړایي‬

‫ته چې سترګې توروې په سلیي‬


‫مابه وباسې له ښاره‬
‫جزايي‬
‫چې دڅڼیوتورې لړې دې بادیوسي‬
‫لکه تورماران چې ګرزي‬
‫هوایي‬
‫ماد زلفوپه دورو وهې له پاسه‬
‫چې درخېږمه دعشق په‬
‫چړایي‬
‫اوس چې عمر تېروم په پردېسي کې‬
‫په دیدن پسې دې ګرزم‬
‫سودايي‬
‫دوطن دمینې تاوته خولګوره‬
‫کړوي مې لکه اور‬
‫دکړایي‬
‫چې در وګرزمه بېرته له بهره‬
‫مستوه مې دخندا په‬
‫دوايي‬
‫که دې پام راباندې نیسې دزړه سره‬
‫ستاله څنګه به دېره شم‬
‫کرايي‬
‫وایي هله زلزله راشي په ځمکه‬
‫!چې ستومانه شي ښکرونه دغوایي‬
‫چې د«خیال» په وطن هره غدۍ راشي‬
‫غمازان یې بولې برخه‬
‫طلیي‬

‫‪۱۰۳‬‬

‫داسمان تېغنه‬
‫چې پرون یې په ماولګاووتور‬
‫اوس خودوئ لره پخپله‬
‫شوپېغور‬
‫که دبل لپاره څاکیني په پټه«‬
‫دی به خپله په کوهي کې شي‬
‫نسکور»‪۱‬‬
‫ټول وطن یې رانه وشپېلوه لړل‬
‫موږخپل پور ورڅخه غواړودوئ لنور»‪«۲‬‬
‫لیې سر ورباندې خلص نه دی په کچه‬
‫چې«دسیال خواړه یاپوردې یا پېغور»‬
‫‪۳‬‬
‫که هرڅوداسمان تېغنه ګرزي پورته‬
‫سریې مځکې ته راکوز دی لکه‬
‫ښکور‬
‫لپه لپو وچوي دسیندموجونه » ‪«۴‬‬
‫نه یې بر ورته مالوم دی نه یې‬
‫سور‬
‫خوپتنګ که د ډېوې په سرکړېږې‬
‫دخپل سرسودایې بیه ده‬
‫د اور‬
‫چې د«خیال » دبخت توتي له ګورته ووت‬
‫نه یې پته په بهرشته نه‬
‫په کور‬
‫‪۱۰۴‬‬
‫‪-----------------------------‬‬
‫‪ .‬چې بل ته څا کیني پخپله پکې لوېږي ‪۱:‬‬
‫‪ .‬موږ خپل پورغوا ړو دوئ لنور ‪۲:‬‬
‫‪ .‬دسیال خواړه یا پوردې یا پېغور ‪۳:‬‬
‫‪ .‬دریاب په لپه نه وچېږي‪۴:‬‬

‫ډوله وهم دې چېرې‬

‫عشقه جنون دې چېرې خیالي لیلدې چېرې‬


‫څیرې ګرېوان مې ګوره ځمه‬
‫صحرادې چېرې‬
‫زمادزړه په پولو بېلتون خېمې وهلي‬
‫وایه غورزی دې چېرې بله بلوادې‬
‫چېرې‬
‫» ته چې له سترګوڅخه میده رانجه پټوې«‬
‫دبڼوغشې چېرې دمینې غلدې‬
‫چېرې‬
‫ځای دې دمخ په غولې وړانګې دې شونډوته ځې‬
‫پېزوانه زانګې چېرې زېړه‬
‫رڼادې چېرې‬
‫له پورې غرونوسره ستا ازانګې ګرزې‬
‫ډوله وهم دې چېرې دغږ ډنګا دې«‬
‫چېرې»‪۱‬‬
‫څرک له ختیځه وهې وړانګې لوېدیځ ته لېږې‬
‫لمره راخېږې چېرې دنور رڼا‬
‫دې چېرې‬
‫ستادقلم په څوکودساندوڅړیکي ګرزي‬
‫خیاله »وطن دې چېرې دغم ژړادې«‬
‫چېرې‬

‫‪۱۰۵‬‬

‫‪ .........‬چل او ول‬

‫ته چې سترګې توروې زه در پوهېږم‬


‫زړه مې بیا ټکوروې زه‬
‫درپوهېږم‬
‫په دې چل کې خویو ول لرې چلبازې‬
‫غوړې څڼې سپوروې زه‬
‫درپوهېږم‬
‫نن دې غشې دبڼوپه ماشه کړې‬
‫چې په چا یې اوروې زه‬
‫درپوهېږم‬
‫که هرڅومره په نخروراسره ګرزې‬
‫زمامینه نوروې زه‬
‫درپوهېږم‬
‫چې زما دزړه جنډې دې راکږې کړې‬
‫بخت مې بیا نسکوروې زه درپوهېږم‬
‫تورې زلفې دې دورې دمحتسب دي‬
‫چې مې څومره پې وهې زه درپوهېږم‬
‫ته هغه نوی توپان د یوې غدۍ یې‬
‫د«خیال » کلی ورانوې زه درپوهېږم‬

‫‪۱۰۶‬‬

‫پوښتنه‬

‫ماوګوره ریباره ښکلی ځوان ی یم کنه یم‬


‫درخوته یم راغلی ادم خان یم‬
‫کنه یم‬
‫دعمر په اوږدوکې زولنې دي شرنګوم یې‬
‫زندان زما په برخه دی افغان یم‬
‫کنه یم‬
‫کاروان دسباوون مې دماښام په‬
‫ګوتوکېوت‬
‫دژوندپه ترږمیوکې روان یم‬
‫کنه یم‬
‫بهار ومه رنګونه مې سېلیورانه یووړل‬
‫اوس زېړزبېښلی برېښمه خزان یم‬
‫کنه یم‬
‫چه واک د آزادۍ مې دغلیم په ولکه درومې‬
‫په توره کې اتل دهر زمان یم‬
‫کنه یم‬
‫په مځکه ننوزم کږولی مې څوک نشي‬
‫څټک دغلیمانوته سندان یم کنه‬
‫یم‬
‫» له غرونوګړنګونوڅخه سرباسمه «خیاله‬
‫دژوندپه بدوپېښوکې توپان یم کنه یم‬

‫‪۱۰۷‬‬

‫غلبېل‬

‫زه شاهین دلوړوغرونو وم تا اېل کړم‬


‫یاره څنګه دې دڅڼیوپه دام ښکېل‬
‫کړم‬
‫چې مې کورته یرغمل درسره بیایې‬
‫زه خوڅه لېونی نه یم چې به‬
‫ځېل کړم‬
‫مین زړه دې برمته راڅخه وړی‬
‫لکه ستوری له مداره دې‬
‫رابېل کړم‬
‫که دمینې ګړندی دې نه رالېږدي‬
‫راته وایه چې مې وینه درته تېل‬
‫کړم‬
‫په وطن کې وچکالي ده لمبوزنې‬
‫رڼې پرخې به د اوښکو درته سېل‬
‫کړم‬
‫خپل ټټرمې لکه ډال درته نیولی‬
‫دبڼو به سټنګرونودې غلبېل‬
‫کړم‬
‫ستاله هسې لورېینې نه مننه‬
‫دیار«خیاله »چې دې غاړې ته امېل‬
‫کړم‬

‫‪۱۰۸‬‬

‫غمی‬
‫غمی زماخوږ ورور وو البته زمادپنځو وروڼوڅخه چې څوک‬
‫شهید اوڅوک پخپل مرګ له دې نړۍ څخه ولېږدېدل غمی مې‬
‫وروستنی ورور ووچې د همدې کال ‪ ۲۰۰۶‬د ډیسمبر دمیاشتې‬
‫په ‪ ۱۲‬نېټه یې له نړۍڅخه سترګې پټې کړې ‪،‬له همدې کبله مې‬
‫له‬
‫دې لندې شعرسره دخپل مات زړه څړیکې دشعرله ولولوسره‬
‫‪ .‬ملې شوې‪ ،‬الله دې پرې ورحمېږي‬

‫زړه مې شین دی له غمونومې زړه شین دی‬


‫نن مې بیا دسر په خونه کې ناورین‬
‫دی‬
‫دغمي دمرګي غږ راباندې وشو‬
‫چې له ړنګې دنیاګۍ څخه یې تلین‬
‫دی‬
‫ژوندمې هسې هم روان ووپه سکروټو‬
‫دغه ویرپه ما له هرڅه نه‬
‫سنګین دی‬
‫خپل ټټرمې هرې پېښې لره سپر وو‬
‫اوس مې ټول بدن چې وخوځوې خوړین‬
‫دی‬
‫په هیوادکې لد وینوباران اورې‬
‫زړه مې ځکه دغمونو‬
‫اباسین دی‬
‫دژوند ونډه مې دڅړیکولویه پانګه‬
‫خیال »چې سترګې غړولې دې غمګین«‬
‫دی‬

‫‪۹ ۱۰‬‬

‫‪---------------------------------‬‬

‫دمرګي ښامار راغلی دی غمی وړي‬


‫زه یې وینم له ګوګله مې زړګی‬
‫وړي‬
‫دلېموڅخه مې وینې راڅڅېږي‬
‫چې زمادبخت له څانګې نه ببری وړي‬

‫‪-----------------------‬‬

‫غمی تل راڅخه ولړ او زه په غم کې‬


‫له سوچونوسره پاته په تورتم کې‬
‫په هغه باندې دخاوروامبارپرېوت‬
‫زه یې پرېښودم یواځی په ماتم کې‬

‫‪۱۰ ۱‬‬
‫نسکور‬

‫یومې کلی رانه پاته یومې کورشو‬


‫یومې عشق دګل وطن راباندې‬
‫پورشو‬
‫تشه لسه اوس به خپلې ګوتې مروړې‬
‫چې یرغل دبړبکیوپه دې‬
‫لورشو‬
‫‪«۱‬‬ ‫پکه دغه دې لبله لویه سپکه »‬
‫دزاهددګناه تور‪،‬راته‬
‫پېغورشو‬
‫دازمالېونی زړه کله صبرېږي‬
‫دجنت په شان هیوادمې راته‬
‫اورشو‬

‫‪۱۱۱‬‬
‫اوس واده دبسوګۍ ورڅخه جوړدی » ‪« ۲‬‬
‫چې دجنګ غبارموکم نه‬
‫شولنورشو‬
‫یومې تورې پیشولس په خوله څټلی » ‪«۳‬‬
‫جام دبخت مې په یرغوې کې نسکورشو‬
‫یوګزمې دبېلتانه راسره ګرزې‬
‫بل مې تن له ډېره غمه سوی‬
‫سکورشو‬
‫داشناګړګوتي څڼې غوړې نشوې‬
‫نن مې ځکه دخپل مخ پستوکی سپورشو‬
‫دوطن دغرونوباده راچلېږه‬
‫که ګلشن د«خیال »دهیلوپې‬
‫سمسورشو‬

‫‪۱۱۲‬‬
‫‪----------------------------------‬‬
‫پکه دغه دې ل بله سپکه ‪۱ :‬‬
‫)‪ .‬دبسوګۍ واده ورڅخه جوړشو‪( ،‬وځنډېده‪۲:‬‬
‫)‪ .‬لس یې تورې پیشو څټلی ‪( ،‬بدمرغه دی ‪۳:‬‬
‫زولنې‬

‫ماوېل زه به درته دام ږدم له دانې سره‬


‫اوس خوته راغلې له مستې یارانې‬
‫سره‬
‫زه په ګردوزیارتونوګرزېدمه‬
‫ستاپه مینه کې دسرله نذرانې‬
‫سره‬
‫ګام په ګام درسره ګرزم لس تړلی‬
‫ستادزلفوله ورېښمینې زولنې‬
‫سره‬
‫نوربه وشکوم دصبرځنځیرونه‬
‫څه به ځان سمبالوم له‬
‫زمانې سره‬
‫لتر څوبه بدرګه درسره ځمه‬
‫نورمې پرېږده دوصال له خزانې‬
‫سره‬
‫په وربوز باندې به نه راسره ګرزې‬
‫خیال »ته وګوره له مینې مستانې«‬
‫سره‬

‫‪۱۱۳‬‬

‫نه پښتون نه هزاره یم نه تاجک‬


‫نه ترکمن یم نه بلوڅ یم نه ازبک‬
‫زه افغان یمه له ځانه راته ګران دی‬
‫دوطن دپاکې خاورې هرڅپک‬
‫‪۱۱۴‬‬
‫دبڼونېزې دې ولې په هر لورې‬
‫خوزماله زړګي وزي پورې‬
‫ورې‬
‫موریې ځکه سپېلني ورته لوګی کړل‬
‫دیارسترګې بې کجلوتورې تورې‬

‫واڼه‬

‫چې زما دمینې درمند دې چاڼه‬


‫راته وایه ګرانه څنګه دې‬
‫ګاڼه‬
‫دزړګي ستنې مې مه وله‪،‬نړېږي‬
‫چې دې بیا په ماشه کړي دې‬
‫باڼه‬
‫داتور مخې یې دعوه لري په زغرده‬
‫ته به وایې چې خپل مال یې دی واڼه‬
‫که مې بیادزړه غورزی له واکه ووزي‬
‫روغ غوږونه به یې دواړه شي کاڼه‬
‫دیارڅنګ ته به په سپینه رڼاورشم‬
‫که د«خیال » دنصیب ستورې شې راڼه‬

‫‪-------------------------------‬‬
‫موږ دې وشړو‪،‬ته بیا راشې هجومه‬
‫نابللې مېلمنه راڅخه‬
‫درومه‬
‫که موبېرته پخواني سوټي ته لس کړ‬
‫بیابه وزې له دې غروڅخه په‬
‫کومه ؟‬

‫‪-------------------------‬‬

‫مستې مخ دې دشیدودسر پېروی‬


‫نن یې وینمه پلودې‬
‫یویستوی‬
‫چې په سترګوکې ستونه راته کاندې‬
‫دغه ښکلی خوۍ دې برېښې راته‬
‫نوی‬

‫‪۱۱۶‬‬

‫نذر‬

‫‪۱‬‬ ‫زه چې مینه درکوم ته مې ترټې‬


‫ل مې ولې له دیدن څخه‬
‫رټې ‪۲‬‬
‫زماپام دې دګرېوان په پولوګرزي‬
‫که یې غواړې دسرنذرمې‬
‫ګټې‬
‫مین زړه مې د اوږدوغمونوجېب دی‬
‫چې هرڅویې په منګولو‬
‫پلټې‬
‫که پاچاشې دپره دو ترحکم لندې‬
‫هرمهال به دغلیم کاسې‬
‫څټې‬
‫توري سترګي دې بازان دلوړوغرونو‬
‫چه زمادزړه په سر وهي‬
‫غوټې‬
‫اوس به لرې شې دخیال دسینې دوړې‬
‫زه چې اورم دپښتوخوږې‬
‫ټپې‬
‫‪۱۱۷‬‬
‫‪-------------------------------‬‬
‫تره ټل=تهدیدکول = غوږ تاوکول ‪،‬چې ‪۱:‬‬
‫»دتصادف له مخې دانګلیسي «له تریېټ‬
‫ګوش مالي ) سره برابر شوی(‬
‫‪Threat‬‬
‫رټل = محروم کول = شړل ‪۲ :‬‬

‫دکاڼې زړه‬

‫لدجنګ په نیلي سپوریې زغلوې یې‬


‫دلته وینې دې ارزانه تویوې‬
‫یې‬
‫لیې څوپه توکمونوسره وېښې‬
‫یوافغان دی‬
‫دپېړیوبېلوې یې‬
‫یاپه جنګ یاپه ولجو یاپه دمونو‬
‫ستاپه فکرسادګان دې غولوې‬
‫یې‬
‫په سینه کې دې دکاڼې زړه دربېږي‬
‫ل دغم د وبا اوردی‬
‫بلوې یې‬
‫ګوره سر اومال به دواړه پکې بایلې‬
‫داپه غرونوکې بازان چې‬
‫اېلوې یې‬
‫ستادسروسترګو ازغی لکه چې «خیال »‬
‫وو‬
‫اوس دې کېووت په منګولو ژوبلوې‬
‫یې‬

‫‪۱۱۸‬‬
‫داغ دبې پتي دې دلمن په برخه مه شه‬
‫ترخې اوځوځان دې دچمن په برخه مه‬
‫شه‬
‫خاوره دې که خپله وي ولکه یې دپردیو‬
‫هسې پاچاهي دې دوطن په برخه مه‬
‫شه‬

‫‪،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،‬‬

‫دزړګي دمینې ګل مې‪،‬په هغې مهینې ګرودی‬


‫چې په«د»پسې یې«ر»توری په«خ»پسې یې‬
‫«و»دی‬
‫دآشناله توروزلفودعطرونووږمې پاڅي‬
‫چې کرلې یې ګلونه په لوونګوکې یې‬
‫لودی‬

‫‪۱۱۹‬‬
‫نوم‬

‫خ=خیالي وربل دې په ماواچوه درپټ مې کړه‬


‫ماتر وزرولندې وپېچه واسکټ مې‬
‫کړه‬
‫ی=یواځې ستاپه توروسترګوکې درمل لرم‬
‫په زړه رنځویمه جانانه روغ رمټ‬
‫مې کړه‬
‫ا=اوس چې اجل دتا دمخ ډېوې ته راوستم‬
‫دمینې اوردې راته ولګوه سټ‬
‫مې کړه‬
‫ل=لږمې په غېږه کې دزړه خواته درکېکاږه‬
‫تل به دې ژوندسمبالوم د اوږې مټ‬
‫مې کړه‬
‫م=مستې زما نصیب په تا پورې تړلی دی‬
‫دوصال برخه راکوه دکلې چټ‬
‫مې کړه‬
‫ح=حیرانه ولې راته ګورې سپېلنی دې شم‬
‫راشه زماپه ټټر وغزېږه‬
‫کټ مې کړه‬
‫م=ماته په کمه سترګه مه ګوره مین دې یم‬
‫له خپل ښایست سره مې سیال وګڼه غټ‬
‫مې کړه‬
‫د=دغرونوخیال یم که مې اېل درسره ساتې‬
‫نو‬
‫دخولې تریاک دې په ما ولوروه لټ مې‬
‫کړه‬

‫‪۱۲۰‬‬
‫پوروړی‬

‫داویاندچې ګورې دهمدغه ښار وګړی دی‬


‫دادغلیمانودغدیودجال غړی‬
‫دی‬
‫بیازموږ دلپولپواوښکوڅخه باج غواړي‬
‫دېب دزمانې مو‪،‬لدوینوپوروړی‬
‫دی‬
‫کله یې داغرونه اوسیندونه لېږدولی شوای‬
‫جام یې دغلبېل په شانې‪،‬پړی یې اومړی دی‬
‫بیایې دالېوه کومې رمې لره ساتلی دی‬
‫بیایې دتابوت په منځ کې ایښی لکه مړی دی‬
‫غبرګې پنجرې مې دسینې دقفس ماتې شوې‬
‫زړ ه یې په منګولوکې ژوندی راڅخه وړی دی‬
‫خیاله »دغه نوربه ترمنزله پورې څنګه ځي«‬
‫دابهیرد اوو اوښانولپسې نیمګړی دی‬

‫‪۱۲۱‬‬

‫الماس‬

‫زړه مې کټ کټ لکه ماشوم درپسې ژاړې‬


‫ستادمهینې ځوانۍ مینه رانه غواړې‬
‫دزلفوهر وېښته دې لښته دلوونګو‬
‫دلس منګولې دې سکه دزمري‬
‫داړې‬
‫لکه شاهین په چنارونوکې دې غواړم‬
‫دجګوغروکوترې چېرې رانه‬
‫ولړې‬
‫دسپین تندي خال دې الماس دکوه نوردی‬
‫له ډېره خیاله دې دخولې خبرې‬
‫لواړې‬
‫د اروپاتربهار اوړی ښایسته دی‬
‫نجونې نسونه لوڅوي لمنې‬
‫نغاړې‬
‫زما په فکر کې رڼې راسره ګرزي‬
‫که یې هرڅومره هېروم‬
‫دګودرغاړې‬
‫د«خیال »له سترګوسره سترګوټکر وکړ‬
‫اوس یې دزړه ګونبزه شنه لمنې‬
‫شاړې‬

‫‪۲۲‬‬

‫وطنه‬

‫دزړه په سرباندې مې ځای لرې وطنه‬


‫دلوړوغرونوپه لمنوکې‬
‫پلنه‬
‫په هره لوېشت دې دلمانځه سجده‬
‫رواده‬
‫دمسلې غوندې دې پاکه ده‬
‫لمنه‬
‫چې کوم ابلیس دې په ویاړونولګېدلی‬
‫په ماته ژامه دې شړلی دی‬
‫مننه‬
‫هره دره دې یوه زانګودهوساینې‬
‫په هر بچي باندې دې ډېره‬
‫لورېینه‬
‫که دې هرڅوپه راکټونوباندې ولو‬
‫لدې پرانستې راته غېږه ده‬
‫پتمنه‬
‫ددښتوهربوټي دې څانګه دلونګو‬
‫غردې په رنګ کې ښایسته دی له چمنه‬
‫دتاله پت سره مې ژوندتړلی وینم‬
‫له سر اومال سره دې فرض‬
‫ګڼم پالنه‬
‫که دې زماد وجود وینوته وي اړه‬
‫په دواړو سترګو مې منلې‬
‫ستابلنه‬
‫دتادجګوغرودڅوکوبلواخلم‬
‫والله چې ډېر راباندې ګران یې‬
‫زماتنه‬
‫خیاله که زړه ته دې ارام لیدلی نه وې‬
‫دهیوادخاوره‬
‫درنځونودرملنه‬

‫‪۱‬‬

‫شعر‬

‫شعرخپلې ځواني لره پسول غواړي‬


‫وزن لره تله غواړي تول‬
‫غواړي‬
‫کله ردیفونه‪،‬قافیي لري‬
‫ښکلوکلمولره کچکول‬
‫غواړی‬
‫ښې استعارې او کنایي لري‬
‫بڼې اومنځپانګې لره شپول‬
‫غواړي ‪۱‬‬
‫مستې ولولې یې په بیتونوکې‬
‫ګڼو انځورونوته کهول‬
‫غواړی‬
‫زړونوته خوندونه اوجذبې وېښي‬
‫ساری اوتشبه لري سمبول‬
‫غواړي‬
‫ښایي مفکوره اوتخیل ورته‬
‫حسن او احساس ورسره ټول‬
‫غواړي‬
‫کاریې له زړه سوي اوخواخوږي سره‬
‫مینه دپیمخوبډه بول‬
‫غواړي ‪۲‬‬
‫خیال »یې چې سالر دتصویرونوشي«‬
‫بیا نوداتڼ لپاره ډول‬
‫غواړي‬

‫‪۱۲۳‬‬
‫‪----------------------------‬‬
‫شپول=پنډغالی ‪۱ :‬‬
‫شپول = هاله ‪:‬‬
‫بډه بول=ښکاره=څرګند=په ډانګ پېيلې‪۲:‬‬

You might also like