Professional Documents
Culture Documents
غوره ویناوی
غوره ویناوی
خراب سړي په چا نيک ګومان نه کوي ،ځکه چي هغه هرڅوک دځان په څير ګوري.
د بدل اخيستلو خوشحالي له يوي شيبي څخه ډيره نه وي ،خو د بښني خوښي ابدي وي.
خپل ځان خوښول ترټولو لوي وحشت دی.
نن عمل شته حساب نشته ،سبا حساب شته عمل نشته.
دانسان هره ساه ايستل دمرګ لوري ته يو قدم دی.
خلک و يده دي ،مګر کله چي مړ شي نو راو يښ شي (په حقيقت پوه شئ).
اخلاق او ادب داسي لباس دی چي بيا بيا تازه په تازه اغوستل کيږي.
په نړی کې چي کوم شيان ترټولو ز يات دي هغه دروغ او خيانت دي.
ناپوه په خپله ګناه نه پوهيږي اونه دچا نصيحت اوري.
که ټول خلک عاقلان وای دنيا نه اباديده.
په هيلو او ارزوګانو ډاډه مه اوسه ،چي دا د احمقانو يا ناپوهانو کاردی.
اوږد عمر ميوه ده ،او بوډاوالۍ ناروغي.
بښنه کول غوره انتقام دی.
بد عادت يو زورور دښمن دی ،مګر خواهش قبلول سړي هلاکوي.
په هره خبره کې ها ها کول دمنافقو خوي دی اوپه هره خبره کي اختلاف دښمني لامل
دی.
دانسان ترټولو لوي دښمن دهغه خيټه ده.
پام کوه چي د دښمن د دوستانو سره دی دوستي ونه کړی.
څوک چي دنيکی ونه کينوي له ټولو خوږه ميوه يي په خپله خوري.
خبري وکړئ چي وپيژندل شئ ،ځکه سړی دخپلي ژبي لاندي پټ وي.
په خپل نفس حکومت کول په نورو نفسونو باندې له حکومت کولو څخه سخت دی.
ځناور خپل څښتن پيژني مګر ډير داسې خلک دي چي خپل رب نه پيژني.
ژبي ښو يېدل د قدم تر ښو يېدو ډير خطرناک دي.
که سترګي روښانه وي نو هره ورځ محشر دي.
دخلکو سره دمحاسبي کولو له مخه له خپل ځان سره محاسبه وکړئ.
هغه قوم ذليل وي چي خبره يي ښځو ته سپارلي وي.
کوم قوم چي په بدو کارونو کي اخته وي هللا ج په هغه قوم مصيبت راولي.