Professional Documents
Culture Documents
2013 Pasht 42 Afridi Introducti
2013 Pasht 42 Afridi Introducti
2013 Pasht 42 Afridi Introducti
علي افريدے
Abstract
The Land of Khyber has a great and multidimensional importance in the pages of
history. It is highly valuable to briefly explain this subject here. This research article
will facilitate especially those people who are aware of the literary background and
farground of Khyber, but have not a proper knowledge about its historical, geographical
and other aspect. These details support the related angles through the authentic
references of national and international scholars
د خپل ګڼ اړخيز قامي او بېن الا قوامي اهميت تر مخه خېبر د تاريخ په پاڼو کښې همېشه يو
مشرق وسطٰى يا يورپ کوم
ِ شاندار مقام لرلے دے ـ د برصغير په لوري چې د وسطي ايشياء
جنګيالي طالع آزما راغلي دي ـ اکثريت پکښې د خېبر لاره بهتره ګڼلې ده ـ
د خېبر جغرافيه څۀ داسې ځانګړې وضع لري چې په هر دور کښې ئې ضرورت مسلم
پاتې دے ـ د خارجي فاتحانو په دې لاره د برصغير په لوري د آمد نه تر د هغوي د تاج او
تخت د حصول ،استحکام او د خپل اصل هېواد سره د خپل ربط او تړون پورې مرحلې د
خېبر محتاجه راغلي دي ـ
دې پراسراره ګړنګونو کښې د ډېرو غاوره قوتونو د سر نشه کوزه شوې ده ـ او ډېرې
کبرجنې ککرۍ راښکته شوې دي ـ
دې ته به ددې کهسار د خلوت فېض وئيل نامناسب نۀ وي چې ددې سيمې وګړي هم
د خود اګاهۍ په تعليم ښاغلي دي ـ
په بادشاهي لارې مسلسل استوګنې دا پښتانۀ قبائل هم په يو شاهانه ازاد فطرت ،ملي
حميت او خودۍ ځلولي او د خېبر د منفرد جغرافيائي مقام د شان نمائندګي ئې هر کله په
نيغو سترګو کړې ده ـ د عسکري افاديت نه قطع نظر په عوامي توګه هم خېبر هرکله مرکزي
جنوري ـ جون ٢٠١٣ء ٦٧ پښتو جلد ٤٢نمبر٦٤٤
ګزرګاه پاتې شوےدے ـ د برصغير ،افغانستان او وسطي ايشيا تر مينځه تجارتي کاروانونو او
نقل مکاني کوؤنکو قافلو تل په خېبرتګ راتګ کړے دے ـ
پښتانۀ يو متل کوي چې ٫٫لار دې په خېبر ده ،،اوس ددې متل شاته چې هر څۀ داستان
وي خو ددې امر بليغ وضاحت پکښې شوے دے چې په خېبر تګ راتګ د ډېرو خلقو دپاره
د يوې خورې ورې مجبورۍ حېثيت لري ـ
دې متل کښې د خېبر د قبائلو هغه جنګيالۍ رويه هم وجود لري چې له زمانو ئې ددې
لارې واکداري لرلې ده او هغه عزم هم چې د هر اعلٰى او ادنٰى نه ئې په څۀ نه څۀ صورت
قلنګ اخستے دے ـ
په دې حقله امريکنے ليکوال جيمز ډبيلو سپين رقمطراز دے چې -:
ټولې آفريدي قبيلې تيراه کښې د خپلې خپلې عــلاقې ملکيت لري ـ چې اکثر پکښې
تر خېبره راخورې دي ـ چرته چې دوئي خپل د محصول حق همېشه استعمال
کړے دے ـ ـ ـ ـ ـ شپاړسمه صدۍ کښې به آفريديو د مغل سلطنت نه ¼ 1لکه
روپۍ سالانه اخستې ـ او د هر مسافر نه اخستے کېدونکے محصول به ددې نه
علاوه وو ـ د ١٨٦٥پورې د دوئي امدن د امير افغانستان نه صرف ٢٢٩٠٠روپۍ
پاتې شوے وو ـ خو ددې نه علاوه به دوئي د هر بار کړي اوښ ٥روپۍ ) که د
خوراک سامان به پرې بار وو نو بيا ٣روپۍ ( د هر اسپ سوار نه ٣روپۍ او هر
تش اوښ يا پياده نه ½ 1روپۍ وصول کولې ـ د برطانوي هند او پاکستان له طرفه
دوئي ته د ادا کېدونکو وظيفو مستند اعداد و شمار دستياب نۀدي ـ خو په دې
کښې څۀ د شک او شبهې ګنجائش نشته چې دا د مغلو د اعداد و شمار نه ډېرې
زياتې دي] [1ـ
د آفريدو نه علاوه شنواري قبيله هم د خپل اختيار په دائره کښې محصول اخستونکې راغلې
ده ـ په دې حقله محمد شفيع صابر ليکي چې -:
تر ډېرو مودو د دوئي د معاش انحصار په هغه محصول وو کوم به چې دوئي د خېبر
په لاره تېريدونکو تجارتي کاروانونو او مسافرو نه اخستو ـ که هر څومره شنواري
په تعداد کښې لږ وو خو د دوئي د جرات او شجاعت په سوب چا دوئي ته د
محصول ورکولو نه انکار نۀ شو کولے ][2
د نړۍ ګڼ مؤرخين ،جغرافيه دان ،د اثار قديمه او بشرياتو ماهرين او نور دانشوران د خېبر
د غېر معمولي شناخت او حېثيت قائل دي ـ جيمز ډبيلو سپين وائي چې -:
جنوري ـ جون ٢٠١٣ء ٦٨ پښتو جلد ٤٢نمبر٦٤٤
د دنيا تر ټولو تاريخي دره خېبر ده ـ د اسانې رسايۍ په وجه د خېبر دره هر کله
د هندوستان او وسطي ايشيا تر مينځه شاهراه پاتې ده ـ نن سبا هم د پاکستان او
افغانستان په مينځ کښې د هر قسمه تجارت او مواصلاتو دپاره بې حده اهم ده
][3
وړاندې محمد شفيع صابر د خېبر د اجتماعي تصور په حقله وينا کوي چې -:
د خېبر د ذکر نه بغېربه د برصغير پاک وهند تاريخ بيخي بدل وي ـ په نورو ټکو
کښې د خېبر تاريخ د برصغير پاک و هند تاريخ دے ـ د قامونو په تاريخ د نړۍ
يوې درې يا شاهراه هم دومره ژور اثرات نۀ دي مرتب کړي څومره چې دره خېبر
ـ خېبر په هر دور کښې د هر قسم نقل و حمل دپاره د کوچ مقام راغلے دے][4
د خېبر په سيمه تاريخي واقعات ،اثار قديمه ،کافر کوټ ،د بدهـ مت د دور سټوپا ګانې
او نخښې ،دبرطانوي دور دفاعي اومواصلاتي تعميرات ،د سيکانو د وخت د جمرود قلا ،
د شاه ګۍ قلا ،خېبر ريلوے ،خېبر رائفلز ِ ،
باب خېبر او نور ډېر يادګارونه هغه عناصر دي
چې د خېبر د عالمي شهرت او تاريخي يادګيرنې باعث دي ـ چې دروند سياحتي زړۀ راښکون
لري ـ
د پورتنو تاثراتو په اتباع کښې نور ډېر څيړنکار خپل تائيد اظهاروي ،تکراروي چې د خېبر
د خاص او ستائيلي مقام دلالت کوي ـ
حوالې
] [١جيمز ډبيلو سپين " "The Pathan Borderlandاردو ترجمه پروفېسر ايم انور رومان،
٫٫سرزمين پختون ،،بې نظير انټربرائزز زرغون روډ کوئټه ،طبع اول ١٩٨٨ء ،ص ٩٢
]Sabir Muhammad Shafi. The Story of Khyber. University Book [٢
Agency Khyber Bazar Peshawer 1966 , Page 80
] [٣جيمز ډبيلو سپين " "The Pathan Borderlandاردو ترجمه پروفېسر ايم انور رومان٫٫ ،
سرزمين پختون ،،بې نظير انټربرائزز زرغون روډ کوئټه ،طبع اول ١٩٨٨ء ،ص ٥٠ـ ٥١
]Sabir Muhammad Shafi. The Story of Khyber. University Book [٤
Agency Khyber Bazar Peshawer 1966
] [٥همدغه ،ص ٦ـ ١٣
] [٦د مدت خان آفريدي زخه خېل سدوخېل ) خېبر ( سره انټرويو ـ مقام خېبر ١٢ ،دسمبر
٢٠١٠ء
]H.A. Rose, I.C.S.Mr .E.B Howell, I.C.S, Imperial Gazetteer of India [٧
N.W.F.P Niaz Ahmed Sange Meel Publication Lahore 1991 , P 22-231
]Sabir Muhammad Shafi. The Story of Khyber. University Book [٨
Agency Khyber Bazar Peshawer 1966 , Page 6