Download as pdf or txt
Download as pdf or txt
You are on page 1of 3

‫‪www.hotakonline.

com‬‬

‫تاریخ مرصع‪ /‬محمدمعصوم هوتک‬


‫تاریخ مرصع د خوشحال خان خټک (‪ ۶۱۶۱‬ــ ‪۶۱۱۱‬ع) د لمسي افضل خان خټک ( زېږېدنه ئې ‪ ۶۱۱۱‬یا ‪۶۱۱۱‬ع) بن اشرف خان‬
‫هجري(‪ ۶۱۱۱‬ــ ‪۶۱۶۱‬ع) په قلم لیکل سوی تاریخ دئ چي اقتباسات ئې هنري جورج راورټي (‪ ۶۱۸۱‬ــ ‪۶۶۹۱‬ع) په گلشن روه کي اودغه‬
‫راز ټامس پاټریک هیوز(‪ ۶۱۱۱‬ــ ‪۶۶۶۶‬ع) په کلید افغاني کي اخیستي دي‪ .‬بشپړ متن ئې دارواښاداستاددوست محمدخان کامل‬
‫مومند (‪ ۶۶۶۱‬ــ ‪۶۶۱۶‬ع) په تحشیه اوتعلیق په ‪ ۶۶۹۱‬ع کال له پېښوره خپورسوی دئ‪ .‬لومړی چاپ ئې په الس لیکل سوی دئ چي له‬
‫بده مرغه همدااوس زماسره نسته‪ .‬پېژندنه ئې ښاغلي زلمي هیوادمل داسي لیکلې ده ‪ … ” :‬د مخونوشمېریې له سریزې‪ ،‬متن‪،‬‬
‫نوټونو او فهرستونوسره ‪ ۶۱۱۶‬ته رسیږی…‪ .‬د دې متن په پیل کی داستادکامل مومندیوه اوږده مقدمه راغلی چی سرلیک یی دی (‬
‫دکتاب اوصاحب کتاب پېژندگلو) تردې مقدمی مروسته د هغوماخذو فهرستونه راغلی دی چی د دی متن په سمون اودکتاب‬
‫دسریزی اودتعلیقاتوپه کښلوکی تری استفاده شوی ده…‪ .‬ددې مأخذوشمېر ‪ ۶۹۶‬کتابونواومراجعوته رسي‪.‬تردی مأخذو وروسته‬
‫دتاریخ مرصع دمتن فهرست په څلورو مخونوکی چاپ شوی دی‪ .‬بیامتن شرع شوی دی‪ .‬په متن کی دننه دخان خوشحال خان‬
‫سواتنامه هم شامله ده‪ .‬ترمتن وروسته په ‪ ۱۸۱‬مخ کی داستادکامل نوټو[نه] پیل کیږی‪ .‬دغه نوټونه تر‪ ۶۱۱۶‬مخ پوری رسی‪ .‬په‬
‫نوټونوکی ټولی هغه څرگندونی راغلی دی چی دمتن په تحلیل اوتفسیر او دگرانوبرخوپه شرح پوری اړه لری‪ .‬له ‪ ۶۱۱۸‬مخ نه تر‪۶۱۱۹‬‬
‫مخ پوری نوملیکونه چاپ شوی اودکتاب ټول اعالم یی پکی ښودلی دی‪ .‬له ‪ ۶۱۱۶‬مخ نه ترپایه پوری دکتاب دچاپی غلطوسمون‬
‫راغلی دی‪ ( ”.‬وگ ‪ :‬تاریخ مرصع دڅیړنوپه بهیر کی ــ ‪ ۶۹۶ ،۶۹۹‬مخونه ــ کابل پوهنتون ‪ ۶۱۱۱‬ش)‬

‫زمامخ ته چي اوس دتاریخ مرصع چاپي نسخه پرته ده ‪ ،‬دائې کمپیوټري چاپ دئ چي په ‪ ۸۹۹۱‬ع کال د(یونیورسیټي بُک ایجنسی ــ‬
‫پېښور)له خواپه (جدون پریس پېښور)کي چاپ سوې ده‪ .‬ددې چاپي نسخې ځانگړتیاوي له لومړي چاپ سره نزدې دي ‪ ،‬خوپه‬
‫ځینوبرخوکي ئې دمخونودشمېرپه حساب څه توپیرونه سته‪ .‬له دې اسیته به دغه چاپ یوڅه په تفصیل دروپېژنم‪.‬‬

‫دمتن په سرکي د”مولینا عبدالقادرمرحوم په یادپورې” دتړون پاڼه ده چي ترالندي ئې یو اردو بیت راغلی دئ‪ ..‬دپاڼي پردابل مخ‬
‫د”عُذر” په نامه څوکرښي راغلي دي اوپه هغوکي ئې کښلي دي” دپښتنوکوم تاریخونه چې مې یادکړي دي بایدچې ورسره مې‬
‫“حالنامه” نومی اثر هم یادکړی وی‪.‬داکتاب دبایزیداورمړ او دهغه دخاندان یوه ارادتمن علی محمدمخلص قندهاری په فارسۍ ژبه‬
‫کښې داورنګ زیب عالمګیرپه عهدکښې لیکلی وه اودبایزیداورمړاودهغه داوالد احوال داورنګزیب دعهدتراوائل په‬
‫ډېرعقیدتمندانه اوجانبدارانه رنګ کښې بیانوي”‪.‬‬

‫تردې وروسته دکتاب له پنځم مخ څخه مقدمه پیل کیږي چي ‪ ۱۱‬مخه ئې نیولي دي‪ .‬ورپسې د(کتابیات) ترسرلیک الندي دپښتو‪،‬‬
‫فارسي‪ ،‬اردو‪ ،‬ترکي‪ ،‬عربي اوانگرېزي ژبودهغوکتابو فهرست راځي چي دمقدمې اودمتن دنوټونوپه کښلوکي ورڅخه استفاده‬
‫سوې ده‪ .‬ماچي دفهرست کتابونه وشمېرل ‪ ۶۹۹‬سول خوپه ‪ ۱۹‬مخ کي د( بائبل او تالمودمتعلق) کتابوپه نمبرکي طباعتي تېروتنه‬
‫راغلې ده اوپه (‪ )۱‬پسي ئې متصل (‪ )۱‬نمبرلیکلی دئ چي په دې حساب بایددفهرست دکتابوشمېره یوه کمه او ‪ ۶۹۱‬سي‪ .‬لکه تاسي‬
‫چي وړاندي ولوستل دلومړي چاپ دفهرست دکتابوشمېره (‪ )۶۹۶‬ښوول سوې ده‪ .‬په دغه فهرست کي ئې دتاریخ مرصع هغه خطي‬
‫نسخې هم په لڼد ډول راښوولي دي چي دغه حاضرمتن ځني برابرسوی دئ‪.‬دتاریخ مرصع دغه متن استادکامل مومندد شپږوخطي‬
‫نسخوله مقابلې څخه برابرکړی دئ‪.‬په دغونسخوکي ئې ځیني بشپړي اوځني بیا نیمگړي دي‪ .‬تردغه فهرست وروسته دمتن‬

‫‪www.hotakonline.com‬‬ ‫‪1‬‬
‫‪www.hotakonline.com‬‬

‫دسرلیکونوفهرست راځي په ‪ ۱۹‬مخ کي شروع اوپر‪ ۱۶‬مخ پای ته رسیږي‪ .‬په دغه فهرست کي د( غلطیودرستي) سته خوپه کتاب‬
‫کي مادغلطیوددرستۍ کمه (کومه) پاڼه ونه موندله‪ .‬زه فکرکوم چي په کمپیوټري متن کي دلومړي چاپ غلطۍ سمي سوي وي‪،‬‬
‫خوسرلیک ئې سهواً ځني ایسته کړی نه دئ‪ .‬له (‪۹۹‬مخ) څخه متن پیل کیږي اوپر‪ ۱۱۸‬مخ پای ته رسیږي‪.‬ترمتن وروسته له ‪ ۱۱۱‬مخ‬
‫څخه نوټونه شروع کېږي اوپر‪ ۶۸۸۱‬مخ پای ته رسیږي‪ .‬ورپسې د(څونور نوټونه) ترسرلیک الندي دنوټونوبله لړۍ راپیلوي اوپه‬
‫یوویشتو مخوکي ئې پای ته رسوي ‪ .‬له ‪ ۶۸۱۹‬مخ څخه دضمیمو لړۍ رانښلوي چي لومړۍ ضمیمه ئې ( دبرخومېرمنې پښتنې‬
‫بیبیانې) سرلیک لري‪ .‬دوهمه ضمیمه دخواجه نعمت اهلل دهمکارهیبت خان کاکړ دکورنۍ حال دئ‪ .‬دابرخه هیبت خان پخپل قلم په‬
‫فارسي کښلې وه‪ ،‬دلته ئې پښتوژباړه راوړل سوې ده‪ .‬په دریمه ضمیمه کي دمخزن افغاني دپای ته رسېدو منظومه فارسي قطعه‬
‫راځي‪ .‬په څلرمه ضمیمه کي (دکتاب ځني ناقص اومشتبه ځایونه) ښوول سوي دي‪ .‬پنځمه ضمیمه (د ځینولغاتو تشریح) ده‪ .‬پنځه‬
‫سره په ‪ ۸۶‬مخوکي ځای سوي دي ‪ .‬له ‪ ۶۸۹۹‬مخ څخه اانډیکسونه شروع کېږي اوپه دوو برخو( شخصي نومونه‪ ،‬جغرافیایي نومونه)‬
‫کي دالفبې پرترتیب اوډل سوي دي‪ .‬ټول کتاب په ‪ ۶۱۱۸‬مخه کي بشپړسوی دئ‪.‬‬

‫دتاریخ مرصع دغه ا نتقادي متن دداسي یوه استادله خواپه دیارلسو کالوکي ترتیب سوی دئ چي دمتونوپه ترتیب کي دکامل‬
‫صالحیت څښتن اودپوهي له لحاظه یوه بېساري هستي وه‪ .‬ددغه متن په باب چي زموږ مشرانو پوهانو څه لیکلي دي‪ ،‬ټول پردې‬
‫خبره معترف دي چي د کتاب متن د بشپړ ډاډ وړ متن دئ‪ .‬یوازنۍ مالحظه چي ارواښاد پوهاندرشتین صاحب په شان‬
‫زموږځینومشرانوڅرگنده کړې ده‪ ،‬هغه د نوټونوفوق العاده زیات تفصیل دئ‪ .‬رشتیاهم دنوټونودومره تفصیل چي یوازي دیوه مخ‬
‫(‪۱۸‬مخ) نوټونو‪ ۶۶۶‬مخه نیولي دي‪ ،‬دلوستونکي ترحوصلې وتلې خبره ده‪ .‬دغه حجم تررسالې زیات دئ اودکتاب نوم پرایښوول‬
‫کېدالی سي‪ .‬دزیاترونورومخونوحاشیې دهرمخ له پاره تر لسو مخونو اوښتي دي‪ .‬خوپه مقابل کي بیا د‪ ۱۹۸‬مخیز متن لغتنامه څه‬
‫کم پنځه مخه ده چي ‪ ۹۶‬لغتونه پکښې معناسوي دي‪ .‬په دې لغتونو کي ( آشتی‪ ،‬اراده‪ ،‬مږ‪ ،‬میږي) هم راغلي دي‪ .‬که یوڅوک‬
‫دتاریخ مرصع په شان متن دلوستلو جوگه وي‪ ،‬نو ددې لغتونوپه معناوو هرومرو پوهېږي او راوړلوته ئې اړتیانه ویني‪.‬خو زما خپل‬
‫نظردادئ چي د لمنلیکونودغه رازتفصیل په نورو معتبرو متونو کي هم سته اوزه ئې دمتن په الښه تشریح کي اغېزه مثبته گڼم‪.‬‬

‫زموږپه مشرانواستادانوکي ډاکټرصاحب مجاوراحمدزیاردتاریخ مرصع ژبنی اړخ څېړلی دئ اودڅېړني په ترڅ کي ئې یوځای‬
‫کښلي دي چي” ارواښاد کامل مومند نه په خپله (‪ )۱۹‬مخیزه سریزه اونه په ‪ ۱۱۱‬مخیزولمنلیکونو اوپایڅوړونوکی چی دکتاب‬
‫پنډوالی یونیم گرایه کوی‪ ،‬د دوه درو په الس ورغلو او په کاراچولو السکښنو (قلمی نسخو ) په باب کومه داسی یادونه کړی ده‬
‫چی لږ ترلږه تری دهغودکښنی نیټه هومره څرگندونه شی‪،‬پاتی ال لیکدودی او گړدودی ځانگړتیاوی (امالیی اولهجوی‬
‫خصوصیات)”‪ (.‬وگ ‪ :‬تاریخ مرصع دڅیړنوپه بهیرکی ــ ‪ ۶۹۱‬مخ) د ډاکټرصاحب یادونه تریوې اندازې سمه ده اودمتن برابروونکي د‬
‫قلمي نسخوپېژندنه لکه څونه (څومره) چي الزمه ده‪ ،‬نه ده کښلې‪ .‬د لومړي چاپ کم (کوم) ټوک خوزماسره نسته‪،‬مگرپه کمپیوټري‬
‫چاپ کي چي زماهمدااوس ترکارالندي دئ‪ ،‬دنسخودلیکني نېټې راغلي دي‪.‬‬

‫د (کتابیات) په برخه کي ئې (‪ ۱۱‬مخ) د اولي نسخې په باب چي(دي پنجاب پبلیک الئبري الهور) دنسخې فوټوسټیټ دئ‪،‬لیکلي‬
‫دي چي” کاتب غالم نبي زوی د منشی محی الدین ــ تاریخ کتابت ‪ ۸۱‬جنوري ‪۶۱۱۹‬ع”‪ .‬د دوهمي نسخې چي د(بریټیش موزیم لنډن)‬
‫دنسخې مایکروفلم دئ‪“ ،‬دکتابت تاریخ” ئې ‪ ۸۱‬داپریل ‪۶۱۱۱‬ع ښوولی دئ‪.‬‬

‫‪www.hotakonline.com‬‬ ‫‪2‬‬
‫‪www.hotakonline.com‬‬

‫د دریمي نسخې په باب لیکي چي ” د مرحوم لفټیننټ کرنل نواب سرمحمداکبرصاحب د هوتي (ضلع مردان) کتب خانې قلمي‬
‫نسخه” ده او ” دکتابت دتاریخ په حقله لیک څخومشتبه لیدهء شو‪ .‬غالباً مال اعظم یاعظیم په ‪ ۶۸۱۶‬هجري کښې لیکلې وهء” ددې‬
‫نېټې په باب د مشتبه توب المل ئې داسي ښوولی د ئ چي وایي” متاسفانه ماد لیدلو په وخت ونه لیکل اوس ئې له حافظې لیکم”‪.‬‬

‫د څلرمي نسخې چي ” د ښاغلې عبدالسالم خټک دشیدو(ضلع پیښور) قلمي نسخه وه‪ ،‬د کتابت په باب ئې کښلي دي چي ” په‬
‫‪ ۶۱۸۶‬هجري کښې …‪ .‬محفوظ نومې کاتب لیکلې وه”‪ .‬له دې راز صراحتوسره‪ ،‬نه پوهېږم چي ډاکټر زیارصاحب ولي ویلي دي چي د‬
‫نسخو د کتابت نېټې ئې نه دي لیکلي؟‬

‫زه د تاریخ مرصع ددغه متن پرژبنۍ خوا اوس نه ږغېږم‪ .‬زه ئې دااړخ څېړم چي دغه حاضرمتن دمتنپوهني پراصولوبرابر تهیه سوی‬
‫دئ که یه؟ دې پوښتني ته زما جواب (هو) دئ اومتن د بشپړ ډاډ وړ دئ‪.‬‬

‫‪www.hotakonline.com‬‬ ‫‪3‬‬

You might also like