د قرانکريم لنډ معلومات (کتابتون)

You might also like

Download as pdf or txt
Download as pdf or txt
You are on page 1of 19

‫د سوال او جواب په بڼه‬

‫د قرءان کریم لنډ معلومات‬

‫راځئ چې د الهي کتاب په اړه لنډ معلومات زده کړو‬

‫لیکونکی‪ :‬محمد اسحاق متیم‬


‫‪2‬‬
‫محمد اسحاق تمیم‬ ‫د قرآن لنډ معلومات‬

‫د کتاب په اړه‪:‬‬

‫د قرءان په اړه لنډ معلومات‬ ‫د کتاب نوم‪:‬‬

‫محمد اسحاق متیم‬ ‫لیکونکی‪:‬‬

‫محمد اسحاق متیم‪.‬‬ ‫کمپوز‪:‬‬

‫‪۱۳۹۸‬هـ ش ‪ ۱۴۴۰ -‬هـ ق‬ ‫کال‪:‬‬

‫کندهار افغانستان‬ ‫ادرس‪:‬‬

‫برېښنالیک‪mishaqthamim@gmail.com :‬‬
‫‪3‬‬
‫محمد اسحاق تمیم‬ ‫د قرآن لنډ معلومات‬

‫بسم هللا الرحمن الرحیم ‪.‬‬

‫الحمد هلل رب العلمین و الصلوة و السالم علی محمد رسول هللا‪.‬‬

‫ډالۍ‪:‬‬
‫هر مومن او مومني ته چې د قرءان مېنه یې زړه کې د تل لپاره وي‪.‬‬

‫یادونه‪ :‬خپلو ماشومانو ته یې د سوال او جواب په بڼه ور زده کوالی‬


‫سئ‪.‬‬
‫‪4‬‬
‫محمد اسحاق تمیم‬ ‫د قرآن لنډ معلومات‬

‫بسم هللا الرحمن الرحیم‬

‫‪ -۱‬پوښتنه‪ :‬قرءان کریم د چا کتاب دی؟‬

‫ځواب‪ :‬د هللا جل جالله کتاب دی‪.‬‬

‫‪ -۲‬پوښتنه‪ :‬قرءان کریم پر کوم پېغمرب نازل شوی دی؟‬

‫ځواب‪ :‬پر محمد صلی هللا علیه و سلم نازل شوی دی‪.‬‬

‫‪ -۳‬پوښتنه‪ :‬محمد صلی هللا علیه و سلم څوک دی‪.‬‬

‫ځواب‪ :‬د هللا تعالی وروستنی نبي او رسول دی‪.‬‬

‫‪ -۴‬پوښتنه‪ :‬قرءان کریم د هللا له طرفه و محمد علیه السالم ته د چا په‬

‫واسطه نازل شو‪.‬‬

‫ځواب‪ :‬د جربائیل علیه السالم په واسطه نازل شو‪.‬‬


‫‪5‬‬
‫محمد اسحاق تمیم‬ ‫د قرآن لنډ معلومات‬

‫‪ -۵‬پوښتنه‪ :‬جربائیل علیه السالم څوک دی؟‬

‫ځواب‪ :‬د هللا تعالی یوه لویه او ُمقربه مالئکه ده‪.‬‬

‫‪ -۶‬پوښتنه‪ :‬د قرءان کریم نزول څه وخت پیل شو؟‬

‫ځواب‪ :‬کله چې محمد صلی هللا علیه و سلم د ‪ ۴۰‬کالو شو‪.‬‬

‫‪ -۷‬پوښتنه‪ :‬د قرءان کریم لومړي ایاتونه چیري نازل شوه؟‬

‫ځواب‪ :‬په غار ِحرا کې نازل شوه‪.‬‬

‫‪ -۸‬پوښتنه‪ :‬غار حرا چیري دی؟‬

‫ځواب‪ :‬غار حرا په مکه مکرمه کې دی‪.‬‬

‫‪ -۹‬پوښتنه‪ :‬په غار حرا کې ويل لومړي ایاتونه نازل شوه؟‬


‫‪6‬‬
‫محمد اسحاق تمیم‬ ‫د قرآن لنډ معلومات‬

‫ځواب‪ :‬ځکه چې محمد صلی هللا علیه و سلم هلته د عبادت دپاره تللی‬

‫و‪.‬‬

‫‪ -۱۰‬پوښتنه‪ :‬اول کوم ایاتونه نازل شوه؟‬

‫ځواب‪ :‬د سورة العلق لومړين ایاتونه نازل شوه‪.‬‬

‫‪ -۱۱‬پوښتنه‪ :‬قرءان کریم ټوله په یو وار نازل شو؟‬

‫ځواب‪ :‬قرءان کریم په وار ‪ ،‬وار لږ‪ ،‬لږ نازلیدی‪.‬‬

‫‪ -۱۲‬پوښتنه‪ :‬قرءان کریم په څو کاله کې بشپړ نازل شو؟‬

‫ځواب‪ :‬قرءان کریم په ‪ ۲۳‬کاله کې بشپړ نازل شو‪.‬‬

‫‪ -۱۳‬پوښتنه‪ :‬قرءان کریم د څه لپاره نازل شوی دی؟‬

‫ځواب‪ :‬د انسانانو د الرښووين لپاره نازل شوی دی‪.‬‬


‫‪7‬‬
‫محمد اسحاق تمیم‬ ‫د قرآن لنډ معلومات‬

‫‪ -۱۴‬پوښتنه‪ :‬په قرءان کریم کې د څه په اړه بحث کېږي؟‬

‫ځواب‪ :‬د توحید ‪ ،‬رسالت ‪ ،‬قیامت ‪ ،‬قیصې او احکامو بحث کېږي‪.‬‬

‫‪ -۱۵‬پوښتنه‪ :‬توحید څه ته وایي؟‬

‫ځواب‪ :‬توحید د هللا تعالی یوازې وايل ته ویل کېږي چې د هللا تعالی‬

‫رسه بل څوک رشیک نسته او د ټولو مخلوقاتو پېدا کونکی هم یوازې هللا‬

‫دی‪.‬‬

‫‪ -۱۶‬پوښتنه‪ :‬رسالت څه ته وایي؟‬

‫ځواب‪ :‬رسالت لېږلو ته وایي‪ ،‬په قرءان کې د انبیاءو رسالت بیانېږي‬

‫چې دوی هللا تعالی خلګو ته د الرښووين لپاره لېږيل وه‪.‬‬

‫‪ -۱۷‬پوښتنه‪ :‬قیامت څه ته ویل کېږي‪.‬‬

‫ځواب‪ :‬قیامت د انسانانو او پېریانو بیا راژوندي کولو او د هغوی رسه د‬

‫حساب کولو ورځي ته وایي‪.‬‬


‫‪8‬‬
‫محمد اسحاق تمیم‬ ‫د قرآن لنډ معلومات‬

‫‪ -۱۸‬پوښتنه‪ :‬د چا قیصې په قرءان کریم کې بیانیږي؟‬

‫ځواب‪ :‬د مخکنیو خلګو هغه قیصې چې عربت ور پکښې پروت وي په‬

‫قرءان کریم کې د هغوی د کړونو قیصې د تشویق او یا هم د عربت لپاره‬

‫بیانیږي‪.‬‬

‫‪ -۱۹‬پوښتنه‪ :‬احکام څه ته ویل کېږي؟‬

‫ځواب‪ :‬هللا تعالی چې د کومو کارونو کولو او یا نه کولو امر خلګو ته په‬

‫قرءان کې کوي ‪ ،‬هغه ته احکام وايي‪.‬‬

‫‪ -۲۰‬پوښتنه‪ :‬قرءان کریم څو برخي (پارې) دی؟‬

‫ځواب‪ :‬قرءان کریم ‪ ۳۰‬دېرش برخي (پارې) دی‪.‬‬

‫سورتُونه لري؟‬
‫‪ -۲۱‬پوښتنه‪ :‬څو ُ‬

‫ځواب‪ :‬قرءان کریم ‪ ۱۱۴‬یو سل او څوارلس سورتونه لري‪.‬‬


‫‪9‬‬
‫محمد اسحاق تمیم‬ ‫د قرآن لنډ معلومات‬

‫‪ -۲۲‬پوښتنه‪ :‬قرءان کریم په کوم سورت را پیلېږي؟‬

‫س ْو َر ُة الْفَاتِ َحة را پیلېږي‪.‬‬


‫ځواب‪ :‬په ُ‬

‫‪ -۲۳‬پوښتنه‪ :‬قرءان کریم په کوم سورت پای ته رسېږي؟‬

‫س ْو َر ُة ال َّناس پای ته رسېږي‪.‬‬


‫ځواب‪ :‬په ُ‬

‫‪ -۲۴‬پوښتنه‪ :‬د قرءان کریم تر ټولو اوږد او لوی سورت کوم سورت دی؟‬

‫س ْو َر ُة الْ َب َق َرة سورت تر ټولو سورتونو غټ دی‪.‬‬


‫ځواب‪ُ :‬‬

‫‪ -۲۵‬پوښتنه‪ :‬د قرءان کریم تر ټولو کوچنی او لنډ سورت کوم دی؟‬

‫س ْو َر ُة الْکَ ْوثَر سورت تر ټولو کوچنی سورت دی‪.‬‬


‫ځواب‪ُ :‬‬

‫‪ -۲۶‬پوښتنه‪ :‬قرءان کریم ټول څو ایاتونه لري؟‬

‫ځواب‪ ۶۲۳۶ :‬شپږ زره دوه سوه شپږ دېرش ایاتونه لري‪.‬‬

‫‪ -۲۷‬پوښتنه‪ :‬د قرءان کریم زده کړه څنګه ده؟‬


‫‪10‬‬
‫محمد اسحاق تمیم‬ ‫د قرآن لنډ معلومات‬

‫ځواب‪ :‬هر مسلامن مکلف دی چې قرءان زده کړي تر څو د قرءان الفاظ‬

‫سم ووایي او په معنا یې وپوهېږي‪.‬‬

‫‪ -۲۸‬پوښتنه‪ :‬قرءان کریم په څه ډول باید تالوت یعني وویل يس؟‬

‫ځواب‪ :‬په تجوید رسه ‪ ،‬تر څو د قرءان توري په سمه توګه ادا کړي‪.‬‬

‫‪ -۲۹‬پوښتنه‪ :‬د قرءان کریم غلط ویل څنګه دي؟‬

‫ځواب‪ :‬غلط ویل یې غټه ګناه ده او معنا یې هم غلطېږي‪.‬‬

‫‪ -۳۰‬پوښتنه‪ :‬د قرءان کریم صحیح او سم تالوت کول څومره ثواب لري؟‬

‫ځواب‪ :‬په صحیح ویلو رسه یې ثواب دا دی چې په هر حرف یعنی توري‬

‫ویلو رسه هللا تعالی انسان ته لس نیکۍ یعنی ثواب ورکوي‪.‬‬

‫‪ -۳۱‬پوښتنه‪ :‬قرءان کریم ته په څنګه حالت الس وروړل کېږي؟‬


‫‪11‬‬
‫محمد اسحاق تمیم‬ ‫د قرآن لنډ معلومات‬

‫ځواب‪ :‬په پاک بدن او اوداسه درلودلو رسه انسان کوالی يس چې قرءان‬

‫کریم مسه کړي‪.‬‬

‫‪ -۳۲‬پوښتنه‪ :‬کوم انسان چې قرءان مني او د هغه الرښووين عميل کوي ‪،‬‬

‫هغه انسان ته څه ویل کېږي؟‬

‫ځواب‪ :‬هغه انسان ته مسلامن او مومن ویل کېږي‪.‬‬

‫‪ -۳۳‬پوښتنه‪ :‬کوم انسان چې قرءان مني خو الرښووين یې نه عميل کوي‪،‬‬

‫دا کوم ډول انسان دی؟‬

‫ځواب‪ :‬داسې انسان ګناه کاره او فاسق دی‪.‬‬

‫‪ -۳۴‬پوښتنه‪ :‬کوم انسان چې قرءان نه مني‪ ،‬هغه کوم ډول انسان دی؟‬

‫ځواب‪ :‬داسې انسان کافر دی‪.‬‬


‫‪12‬‬
‫محمد اسحاق تمیم‬ ‫د قرآن لنډ معلومات‬

‫‪ -۳۵‬پوښتنه‪ :‬انسان په خپل ژوند ‪ ،‬کورنۍ او ټولنه کې باید کوم قانون‬

‫عميل کړي؟‬

‫ځواب‪ :‬د هر څه لپاره باید الزمي د قرءان قانون عميل يس‪.‬‬

‫‪ -۳۶‬پوښتنه‪ :‬که څوک د قرءان احکام او قوانین نه جاري کوي هغه انسان‬

‫څوک دی؟‬

‫ځواب‪ :‬هغه انسان فاسق او ډېر غټ مجرم دی‪.‬‬

‫‪ -۳۷‬پوښتنه‪ :‬مکي سورتونه څو او مدين سورتونه څو دي؟‬

‫ځواب‪ :‬مکي سورتونه ‪ ۸۶‬او مدين سورتونه ‪ ۲۸‬دي‪.‬‬

‫‪ -۳۸‬پوښتنه‪ :‬مکي سورت کوم سورت ته ویل کېږي؟‬


‫‪13‬‬
‫محمد اسحاق تمیم‬ ‫د قرآن لنډ معلومات‬

‫ځواب‪ :‬هغه سورت چې د نبي علیه السالم و مدینې منورې ته تر هجرت‬

‫کولو مخکې نازل سوی دی‪ ،‬هغه ته مکي سورت ویل کېږي‪.‬‬

‫‪ -۳۹‬پوښتنه‪ :‬مدين سورت کوم سورت ته ویل کېږي؟‬

‫ځواب‪ :‬هغه سورت چې د نبي علیه السالم و مدینې منورې ته تر هجرت‬

‫کولو وروسته نازل سوی دی‪ ،‬هغه ته مدين سورت ویل کېږي‪.‬‬

‫‪ -۴۰‬پوښتنه‪ :‬د قرءان کریم وروستنی او اخري کوم سورت نازل سو؟‬

‫س ْو َر ُة ال َّن ْ‬
‫ص سورت اخرنی سورت دی چې نازل سو‪.‬‬ ‫ځواب‪ُ :‬‬

‫‪ -۴۱‬پوښتنه‪ :‬د قرءان کریم اداب کوم دي؟‬

‫ځواب‪ :‬د قرءان کریم په الندې ډول دي‪:‬‬

‫‪ -۱‬قرءان کریم ته په اوداسه کښېنستل‪.‬‬


‫‪14‬‬
‫محمد اسحاق تمیم‬ ‫د قرآن لنډ معلومات‬

‫‪ -۲‬قرءان کریم ته په پاکو جامو کښېنستل‪.‬‬

‫‪ -۳‬قرءام کریم ته په خشوع یعني عاجزي رسه کښېنستل‪.‬‬

‫‪ -۴‬د قرءان کریم د تالوت کولو په مینځ کې خربي نه کول‪.‬‬

‫‪ -۵‬د تالوت د پیل مخکي اعوذ باهلل ویل الزمي دي‪.‬‬

‫‪ -۶‬د قرءان تالوت د قرءان د پاڼو د مخ څخه کول‪.‬‬

‫‪ -۷‬په راسته الس د قرءان را اخیستل‪.‬‬

‫‪ -۸‬د قرءان لوړ پښه اړول یا را اړول باید و نيس ‪ ،‬بې اديب ده‪.‬‬

‫‪ -۹‬د قرءان تالوت کولو په وخت تکیه نه وهل‪.‬‬

‫‪ -۱۰‬په قرءان باندې خطونه نه لیکل‪.‬‬


‫‪15‬‬
‫محمد اسحاق تمیم‬ ‫د قرآن لنډ معلومات‬

‫‪ -۱۱‬د قرءان په ایاتونو کې فکر کول او د هغوی لوی والی په زړه‬

‫راوستل‪.‬‬

‫‪ -۱۲‬حقیقي ادب یې دا دی چې د قرءان په الرښوونو عمل ويس‪.‬‬

‫‪ -۴۲‬پوښتنه‪ :‬قرءان باید هره ورځ وویل يس او که نه؟‬

‫ځواب‪ :‬باید هره ورځ د قرءان کریم تالوت ويس‪.‬‬

‫‪ -۴۳‬پوښتنه‪ :‬ایا قرءان شفاعت کوالی يس‪.‬‬

‫ځواب‪ :‬هو! هغه انسان چې د قرءان تالوت کوي او الرښووين یې عميل‬

‫کوي‪ ،‬قرءان د هغه انسان شفاعت په اخرت کې کوي‪.‬‬

‫‪ -۴۴‬پوښتنه‪ :‬د قرءان کریم د ساتني ذمه چا اخیستې ده؟‬


‫‪16‬‬
‫محمد اسحاق تمیم‬ ‫د قرآن لنډ معلومات‬

‫ځواب‪ :‬هللا جل جالله یې د حفاظت وعده کړې ده‪.‬‬

‫‪ -۴۵‬پوښتنه‪ :‬کله چې د قرءان تالوت رشوع وي‪ ،‬موږ ته څه پکار دي؟‬

‫ځواب‪ :‬موږ ته پکار ده چې رضور غوږ ورته ونیسو او خربي و نکړو‪.‬‬

‫‪ -۴۶‬پوښتنه‪ :‬تر ټولو ښه ذکر کوم ذکر دی؟‬

‫ځواب‪ :‬د قرءان کریم تالوت کول تر ټولو غوره ذکر دی‪.‬‬

‫‪ -۴۷‬پوښتنه‪ :‬د غمجن ‪ ،‬سخت او نا ارامه زړه او فکر ته ښه دوا څه شی‬

‫ده؟‬

‫ځواب‪ :‬د قرءان کریم تالوت کول د زړه او فکر لپاره تر ټولو غوره درمل‬

‫دی‪.‬‬
‫‪17‬‬
‫محمد اسحاق تمیم‬ ‫د قرآن لنډ معلومات‬

‫‪ -۴۸‬پوښتنه‪ :‬د خوشهاله ژوند او نېکمرغه کورنۍ جوړولو لپاره کوم شی‬

‫ډېر مهم دی؟‬

‫ځواب‪ :‬د قرءان کریم تالوت او په هغه عمل کول د خوشهاله ژوند لپاره‬

‫تر ټولو غوره الر ده‪.‬‬

‫‪ -۴۹‬پوښتنه‪ :‬ایا قرءان په قرب کې د انسان ملګری کېدای يس؟‬

‫ځواب‪ :‬هو! هغه انسان چې قرءان تالوت کوي او عمل پرې کوي‪ ،‬قرءان‬

‫به په قرب کې د هغه انسان ملګری وي‪.‬‬

‫‪ -۵۰‬پوښتنه‪ :‬د قرءان کریم د فضیلت په اړه څو حدیثونه راته ووایه!‬

‫ځواب‪ :‬الندې څو صحیح احادیث دي‪:‬‬


‫‪18‬‬
‫محمد اسحاق تمیم‬ ‫د قرآن لنډ معلومات‬

‫‪َ ۱‬خ ْی ُرک ُْم َم ْن تَ َعلَّ َم الْ ُق ْرآنَ َو َعلَّ َمهُ ‪- .‬بخاري‪-‬‬

‫ژباړه‪ :‬له تاسو څخه غوره هغه څوک دی چې قرءان زده کړي او بیا قرءان‬

‫بل چا ته ور وښیي‪.‬‬

‫‪ -۲‬ابوهریرة ريض هللا عنه وایي چې رسول هللا صلی هللا علیه و سلم‬

‫وفرمایل‪ :‬تاسو د خپلو کورونو څخه هدېرې مه جوړوئ! په کوم کور کې‬

‫چې سورة البقرة ویل کېږي ‪ ،‬هغه کور ته شیطان نه داخلېږي‪.‬‬

‫ترمذي‬

‫‪ -۳‬ابو امامة ريض هللا عنه وایي‪ :‬ما د رسول هللا علیه السالم څخه‬

‫واورېدل چې ویل یې‪ :‬قرءان وایاست! بې شکه چې دغه قرءان به د‬

‫قیامت په ورځ د خپلو ملګرو شفاعت کوي‪ .‬رواه مسلم‬


‫‪19‬‬
‫محمد اسحاق تمیم‬ ‫د قرآن لنډ معلومات‬

‫‪ -۴‬هغه نس چې په هغه کې د قرءان څخه څه شی نه وي ‪ ،‬هغه د خرابه‬

‫کور مثال لري‪ .‬رواه ترمذي‪.‬‬

‫نور بې شامره احادیث هم د قرءان اړوند راغيل دي‪ ،‬دلته په همدې څو‬

‫احادیثو بسنه کوو‪.‬‬

‫و باهلل التوفیق و علیه توکلنا و صلی هللا علی نبینا و حبیبنا محمد مصطفی‪.‬‬

‫پای‪.‬‬

‫‪/۱۴۴۱‬صفر‪۲۴/‬‬ ‫تاریخ‪ ۱/۸/۱۳۹۸ :‬هـ ش‬

‫په نیکو دعاګانو کې ما او زما کورنۍ مه هېروئ‪.‬‬

‫عاجز او محتاج الی هللا بنده محمد اسحاق متيم‬

You might also like