Professional Documents
Culture Documents
د امامانو ویناوی
د امامانو ویناوی
لومړى :دحضرت امام ابوحنيفة (رحمة هللا عليه) څخه روايت سوى دى
چي ده مبارک (خپل شاګرد) ابويوسف (رحمة هللا عليه) ته (هغه وخت)
وصيت وکړى چي د ابويوسف (رحمة هللا عليه) له لورى څخه ده مبارک ته
: پوهه ،نيک اخالق اوبرالسى پرعلم باندى ښکاره سوه او وې فرمايل
دوهم :اې يعقوبه ! درنښت د پاچا کوه مقام يې لوړ ګڼه اوپه حضور کښى
يې ددرواغ ويلو څخه ځان ژغوره ( .باچاته ) ته په هر وخت اوهر مهال مه
ورځه ترڅو چي يې ديو علمى اړتيا لپاره بلنه نوى درکړى (د باچا دډيرتګ
څخه الس پرسر سه ) ځکه که دى بوختيا ورسره ډيره سى بې عزتي
دي کوي اومقا م دي دده په وړاندى راټيټيږى داسي ورسره واوسيږه لکه
داوره سره چي اوسيږي گټه ځني اخله اوليرى ځني اوسه مه ورنژدي
کيږه ځکه تا سوځي او تاوان ځني اخلى ځکه پاچا چي دکوم عزت لټه
. ځان لره کوي نورو ته يې نکوي
دريم :دپاچا په وړاندي دډيرو خبرو کولو څخه ځان وژغوره ځکه چي دى
ستا ويناوى څيړي ددې لپاره چي انډيواالنو ته وښيي چي دى تر تا پوه
دى ستا غلطيانى په ګوته کوي چي دخپل قوم په سترګو کښي دي ټيټ
.وښيي
څلورم :کله چي پاچا ته ورځي دځان ددرنښت تر څنګ دنورو درنښت هم
.وپيژنه
شپږم :کله چي پاجا د دولتي کارونو څخه ( ديوکار ) وړانديز درته وکړي
ترهغه بريده يې مه قبلوه ترڅو ستا ،ستا دمذهب او ستا دمسلک قضا
رضا نه وي پکښي نغښتي ددې لپاره چي په دولتي چارو کښي دپرديو
.دمذهب وکړني ته اړنسي
اووم :دپاچا ددوستانو اوانډيواالنو سره اړيکي مه لره بلکي يوازى ده ته
. نژدې کيږه