Download as pdf or txt
Download as pdf or txt
You are on page 1of 17

‫بسم اهلل الرحمن الرحيم‬

‫ترتيبوونکی‪ :‬محمد انور اندړ‬


‫په ګردي مېز کې د اورېدونکو ونډه‬

‫ترتيبوونکی‪ :‬محمد انور اندړ‬


‫په ګردي مېز کې د اورېدونکو ونډه ځکه ارزښت لري‪:‬‬

‫• د غږونو او نظرونو زياتوالی مو خپرونه غني او نوره هم په زړه پوري کوي‪،‬‬


‫همدارنګه خپرونه مو په موضوع پورې تړلې ښيي‪.‬‬
‫• د اورېدونکو په راجلبولو کې مرسته کوي‪ ،‬نظر ورکوونکی پخپله هم خپرونه‬
‫تعقيبوي او نورو ته هم وايي چې خپرونه واورئ‪ .‬يعنې اورېدونکي مو ډېروي‪.‬‬
‫• د مېزګډونوال ځواب ته مجبوروي‪ ،‬ځکه هغوی دا درک کوي چې خلک د‬
‫موضوع په اړه په ډېر څه خبر دي‪ ،‬دا يواځې د پريزنټر فکر نه دی‪.‬‬

‫ترتيبوونکی‪ :‬محمد انور اندړ‬


‫• ښايي کله کله اورېدونکي د موضوع په اړه داسې پوښتنې وکړي چې ستاسې هيڅ ور‬
‫پام نه وي‪ ،‬په دې توګه به اړوندې موضوع ته په خپرونه کې يوه نوې الر هم‬
‫پرانيزي‪ ،‬ښايي ستاسو په ذهن کې هم نوې پوښتنې را والړې شي چې له ميلمنو يې‬
‫وپوښتئ‪.‬‬
‫• د اورېدونکو سهم د مېز ګډونوال تر ډېره پر موضوع له سرسري تېرېدو او ادعاوو‬
‫نه راګرځوي حقايقو ته يې متوجه کوي‪.‬‬
‫• د مېز ګډونوال (ميلمانه) هم د خوښۍ احساس کوي او پوهېږي چې اورېدونکي لري‬
‫او په بحث کې د مسوليت احساس کوي‪.‬‬
‫ترتيبوونکی‪ :‬محمد انور اندړ‬
‫• د نظرونو اختالف بحث ته نوې الرې پرانيزي‪ ،‬آن کيدای شي نوې موضوع ګانې هم‬
‫ورنه پيدا کړو چې په راتلونکې کې ورباندې نور ګردي ميزونه او خپرونې جوړې‬
‫کړو‪.‬‬
‫• پر پريزنټر د تکراري پوښتنو بوج کمېږي‪ ،‬اورېدونکي په نويو پوښتنو ميلمانه‬
‫چيلنجوي‪.‬‬
‫• د مېز ګډونوال فکر کوي چې دا موضوع جدی ده او يواځې د ميز د پرمخ وړونکي‬
‫نظر نه دی‪.‬‬

‫ترتيبوونکی‪ :‬محمد انور اندړ‬


‫د اورېدونکو د سهم وسايل او طريقې‬

‫ترتيبوونکی‪ :‬محمد انور اندړ‬


‫په يوه ګردي مېز کې د اورېدونکو د سهم اخيستلو وسايل عبارت دي له‪:‬‬

‫• سوشيل مېډيا (‪)Social media‬‬

‫ترتيبوونکی‪ :‬محمد انور اندړ‬


‫‪ -۱‬فيسبوک (‪)Facebook‬‬

‫‪ -۲‬ټويټر (‪)Twitter‬‬

‫‪ -۳‬تلګرام (‪)Telegram‬‬

‫‪ -۴‬انسټاګرام (‪)instagram‬‬

‫ترتيبوونکی‪ :‬محمد انور اندړ‬


‫‪ -۵‬سکايپ (‪)Skype‬‬

‫‪ -۶‬واتس آپ (‪)WhatsApp‬‬

‫‪ -۷‬وايبر (‪)Viber‬‬

‫‪ -۸‬ايمو (‪)imo‬‬

‫ترتيبوونکی‪ :‬محمد انور اندړ‬


‫‪ -۹‬يوټيوب (‪)YouTube‬‬

‫‪ -۱۰‬ګوګل پلس (‪)Google+‬‬

‫‪ -۱۱‬لينکډاين (‪....)Linkedin‬‬

‫ترتيبوونکی‪ :‬محمد انور اندړ‬


‫په تليفون هم د موضوع په اړه د اورېدونکو نظريات راخيستالی شو همدرانګه‬
‫مخکې له مخکې د خلکو نظرونه د واکسپاپ په ډول راغونډوالی شو‪.‬‬

‫ترتيبوونکی‪ :‬محمد انور اندړ‬


‫اورېدونکو د نظرونه ځای پر ځای کول‬

‫ترتيبوونکی‪ :‬محمد انور اندړ‬


‫دا پريکړه تر ډېره د مېز په ترتيبوونکې پورې اړه لري‪،‬‬
‫دمېز چلوونکی مخکې له مخکې پرېکړه کوي چې له‬
‫کومې پوښتنې وروسته د کوم اورېدونکي نظر را واخلي‪،‬‬
‫په کوم ځای کې واکسپاپ واوروي‪ ،‬خو په دې اړه بايد څو‬
‫ټکو ته پام وکړي‪:‬‬

‫ترتيبوونکی‪ :‬محمد انور اندړ‬


‫• د مېز چلوونکی ټول نظرونه بايد مخکې له مخکې وګوري‪ ،‬او هغه نظرونه ورنه‬
‫راواخلي چې په موضوع پورې تړلي دي‪.‬‬
‫• د نظر ورکوونکې بشپړ ادرس بايد ياداشت کړي‪ ،‬څوک؟ له کومه ځايه؟‬
‫• ورته (مشابه) نظرونه بايد د نومونوتر اخيستلو وروسته يواځې د يوه نظر په شکل‬
‫وويل شي‪.‬‬
‫• هغه نظرونه راوانخلی چې کوم شخص‪ ،‬ديني ارزښتونو او ملي ګټو ته توهين پکې‬
‫شوی وي‬
‫ترتيبوونکی‪ :‬محمد انور اندړ‬
‫• د موضوع تر روښانه کولو او د مېز د ګډونوالو تر معرفي مخکې که د موضوع‬
‫اړوند واکسپاپ‪ ،‬د موضوع اړوند کوم کليپ راوړل شي ښه به وي‪.‬‬
‫• د خپرونې ميزبان بايد د اړونده موضوع په اړه پوره مطالعه ولري‪ ،‬تر څو د‬
‫اورېدونکو خيالي ادعاوې تفکيک او د ناسمو له نشره يې ډډه وکړي‪.‬‬
‫• بايد لنډ وي‪ ،‬خلک ډېر څه ليکي خو پريزينټر بايد د هدف ټکی پکې راواخلي‪.‬‬
‫• بايد واضح وي‪ ،‬وضاحت په دې مانا چې که ليکلی يا هم غږيز نظر وي بايد ابهام‬
‫پکې نه وي‪.‬‬

‫ترتيبوونکی‪ :‬محمد انور اندړ‬


‫• بايد تخنيکي ستونزه ونه لري‪ ،‬يعنې هغه نظرونه چې په تليفون اخيستل‬
‫کېږي‪ /‬شوي وي‪ ،‬يا هم په ريکارډر ثبت شوي وي‪ ،‬بايد د اورېدلو وړ‬
‫وي؛ که نه وي‪ ،‬ورنه تېر شئ‪ ،‬ځکه وخت مو ضايع کوي‪.‬‬
‫• که د ښځو او نارينه وو نظريات ولرو ال ښه ده‪.‬‬

‫ترتيبوونکی‪ :‬محمد انور اندړ‬


‫له پاملرنې مو مننه‬

‫ترتيبوونکی‪ :‬محمد انور اندړ‬

You might also like