نوې چپې - امير حمزه شینواری

You might also like

Download as docx, pdf, or txt
Download as docx, pdf, or txt
You are on page 1of 165

‫نوې څپې‬

‫امير حمزه شینواری‬

‫کتابپېژندنه‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬

‫لیکوال‪ :‬امير حمزه شينواری‬

‫پروف‪ :‬محمدآصف صميم‬

‫کمپوز‪ :‬محمدنواب خوښ‬

‫موضوع‪ :‬ناول‪ ،‬پښتو کيسه‪ ،‬شلمه پېړۍ‪ ،‬پښتو ادبیات‬

‫کچه‪ :‬رقعي‬

‫چاپشمېر‪:‬‬

‫چاپوار‪:‬‬

‫‪1‬‬
‫چاپکال‪۱۳۹۸ :‬لمريز‬

‫خپرندوی‪ :‬د افغانستان اسالمي جمهوريت‪ -‬ارګ‬

‫د کتاب نوم‪ :‬نوې چپې ((ناول))‬

‫ليکوال‪ :‬امير حمزه شينواری‬

‫انتساب‬

‫د پښتو ملت د لوی خواخوږي او د اتحاد داعي‪ ،‬د لوی پښتون محمد ثمين جان خان ((مرحوم)) په ن وم‪،‬‬
‫چې د دې قصې بنيادي تصور يې ماته راکړی و‪.‬‬

‫په کتاب کې اوښتل او بدل شوي لغتونه او کليمې‬

‫‪2‬‬
‫لومړی باب‬
‫(ولجه)‬
‫لمر د زوال ځنکدن په مخه اخيستی و‪ ،‬زېړو زېړو رپېدونکو پلوشو د دنگو دنگو غونډيو دړۍ ايښ ې وې‪ .‬س تړې ورځ‬
‫د تيارې لښکر په مخه اخيستی و‪ .‬سيوري ساعت په ساعت اوږدېدل او د ماښام د ستړي مشي دپاره د سيند په شان مشرق ت ه‬
‫روان وو‪ .‬د ځينو غونډيو نه ال د پسرلي گرمۍ د واورو لوپټې نه وې وړې‪ ،‬ولې د غرونو سخت زړونه يې ن رم ک ړي وو‪ .‬د‬
‫اړخېو د پاسه د اوبو واړه واړه رودونه د لمر پرېواته په وخت‪ ،‬د سروزرو لښتي ښ کارېدل‪ .‬د پس رلي پ ه مس ته ه وا کې د‬
‫ونو تازه پاڼو ټاړۍ وهلې او په پورته کارغانو اتڼ اچولی و‪ .‬د ماښ ام رات گ پ ه ه ر څ يز کې د ارام دپ اره بې ق راري پيدا‬
‫کړې وه‪.‬‬

‫د تيراه دا شنه دره د شورو شر نه ډکه شوه‪ ،‬کيرړو د ماښام د ليال په ثنا خولې پرانستې‪ ،‬په خ اموش او هيبتن اک ځنگ ل‬
‫کې د بازار خبرلوڅي پيدا شوه‪ ،‬فضا سندريزه شوه‪ .‬کله کله به د بانډ‌چيانو سندرې هم د هوا په اوږه سورې ت ېرې ش وې او‬
‫د مخامخ اړخ نه به بېرته را ستنې شوې‪ .‬شپون به يوه شېبه له شپېلۍ سره پ ام غل ط ک ړ او بيا ب ه يې څ اروو ت ه ش پېلی‬
‫وکړ‪ .‬هر ژوندی څيز د شپې له مخه کور ته روان و‪ .‬د پسرلي په دې رنگين ماښام کې يوه وړه غوندې جوپ ه د ل رې ن ه را‬
‫روانه ښکاره شوه‪ ،‬څومره چې را نزدې کېده‪ ،‬د رفتار نه يې معلومېدل‪ ،‬چې د ټولې ورځې مزل ستړې کړې ده‪ .‬دې جوپه‬
‫کې دوه باري قچر او دوه اسونه ښکارېدل ‪ ،‬چې دوه کسه پرې سواره وو‪ .‬په يو اس يو ځلمی او په دويم ي وه پېغل ه جينۍ؛‬

‫‪3‬‬
‫د جوپې ن ه مخکې دوه مالت ړلي ځوان ان ټوپ ک پ ه الس روان وو‪ .‬دا د ج وپې ه راول ي ا وړوم بۍ څ وکۍ وه‪ ،‬د هغ وی ن ه‬
‫وروستو د يو څو کسانو يوه بله‌‌ډله وس له پ ه الس روان ه وه‪ ،‬پ ه هغ وی کې دوو کس انو د اوب و ژۍ ((مش کونه)) څن گ ت ه‬
‫اچولي وو او خپل وچخولي ((سفري تهېلۍ)) يې نورو ملگرو ته ورک ړي وو‪ .‬د م ېزرو څپلۍ د ت يراه د م زکې س ره ښ ه‬
‫گوزاره کولی شي‪ .‬که د قچرو‪ ،‬اسونو د سمونو ښکالو نه وی‪ ،‬نو د دې اپريدو د تگ نه به هيڅ څوک نه وه خبر ش وي‪ .‬د دې‬
‫څلورو کسانو نه يو څو گامه پس هغه دواړه سواره ((اس سواره)) وو‪ .‬پينځه شپږ کسان وسله په الس يوخوا بل خ وا ورس ره‬
‫روان وو او په سامان بار شوي قچر د دوو کسانو سره وروسته راروان وو‪ ،‬د ځلمي سور عمر به د څليريشتو کالو ن ه زي ات‬
‫نه و‪ .‬په سور سپين گرد مخ يې واړه واړه برېتونه ډېر‌ډولي ښکارېدل‪ ،‬السونه يې واړه او نازک وو‪ ،‬س ينه يې پلن ه او تن دی‬
‫يې لوی او روڼ ښکارېده‪ ،‬سترگې يې د افکارو او تصوراتو سره اشنا ښکارېدې‪ ،‬د هغه نظ ر د ورېځې د ي وې ښ کلې ټ وټې‬
‫سره جلب کاوه‪ ،‬د پسرلي مسته ورېځ پريوتونکو پلوشو شرابي کړې وه‪.‬‬

‫د ځلمي سور‪ ،‬سترگې په ورېځ کې وې او په مخ يې نوي نوي تا ثرات پيدا کېدل‪ .‬داسې معلومېدل چې د هغ ه وج دان‬
‫د قدرت معصوم نظام ته حيران او د هغه ذهن د قدرت د هرې نندارې نه يوه نوې نظريه پيدا کوله‪ ،‬تا به وي ل چې دا ځلمی د‬
‫قدرت د هر فعل سره شامل او د وخت د هر گام سره ملگری دی‪ .‬د رکاب س ره يې ي و س ړی لگې دلی روان دی‪ .‬دا س ړی د‬
‫خپل کړه وړه او لباس نه د دې نورو سړيو مشر معلومېږي او د هغه قدمونه د ځلمي س پور د آس س ره س م پورت ه ک ېږي؛‬
‫خو نظر يې د ځلمي سور په مخ دی او په حيرانتيا س ره د ځلمي ح الت ت ه گ وري‪ ،‬بيا ي و الوت ونکی نظ ر پ ه س وره پېغل ه‬
‫واچوي او بيا خپل قدم د اس سره برابر کړي‪ .‬معلومېږي چې له ډېره وخته راهيسې پ ه دوی کې خ برې ن ه دي ش وې او دا‬
‫سړی د ځلمي سور سره څه خبرې کول غواړي؛ خو د هغه په محويت کې فرق راوستل نه خوښوي‪ .‬آخر يې د صبر واگې‬
‫د الس نه خالصې شوې‪ ،‬خپل کيڼ الس يې د ځلمي سور په پتون کېښود او ويې ويل‪.‬‬

‫سليم خ ان‪ :‬اوس کخ ير وي کلي ت ه ران زدې ش و‪ ،‬دې غ ږ د ځلمي توج ه د ق درت د ښ کلو نن دارو ن ه ي و س اعت دپ اره‬
‫راوگرځوله‪ ،‬په جلب کې روان ملگري ته يې مخ واړوه او ويې ويل‪(( :‬ولې عظيم خانه! څه دې ويل؟))‬

‫عظيم خان‪ :‬ما درته ويل چې اوس به مونږ ډېر زر کلي ته ورسېږو‪ ،‬خو تا زما خبره وانه ورېده‪.‬‬

‫سليم خان‪ :‬رښتيا دې وويل‪ ،‬خو زما دپاره ستاسو د تيراه دا جنتي غرونه او عدني ميدانونه دومره دلچس پ ث ابت ش وي‬
‫دي‪ ،‬چې زما د نظر سره سره زما توجه هم تلې وه‪ .‬چرته چې زړه خوښ شي‪ ،‬هلته د ب ني آدم نظ ر هم خ وښ ش ي‪ .‬زه گوي ا‬
‫دلته نه وم‪ .‬دا يې وويل او نظر يې بيا د نښتر يوې دنگې ونې ته هپه وکړه‪.‬‬

‫عظيم خان د سليم په دې خبرو څه پوهېدو‪ ،‬خودومره پوه شو‪ ،‬چې سليم د تيراه نن دارې ډې ر خوش حاله ک ړی دی‪ .‬بلې‬
‫ډډې ته سليم هم د خپل شاعرانه مذاق چپې داسې په مخه اخيستی و‪ ،‬چې هغ ه د دې خ برې ه ډو احس اس ن ه ش و ک ولی‪ ،‬چې‬
‫هغه د يو شډل او بې علمه اپريدي په مخکې په ادبي ژبه خبرې کوي‪.‬‬

‫عظيم خان د ځان سره مسکی شو‪ ،‬سر يې وخوځاوه‪ ،‬د ځلمي سليم په مخ يې يو غلچکی غون دې نظ ر واچ اوه او بيا پ ه‬
‫څه فکر کې ډوب شو‪.‬‬

‫عظيم خان د تيراه کوکي خېل و‪ ،‬په وړوکوالي کې چرته يو ځل د پالر س ره افغانس تان ت ه تللی و‪ ،‬هلت ه يې د س ليم د‬
‫پالر محمد امين خان سره ليدل کتل شوي و او څه موده پس چې د عظيم خان پالر مړ شو‪ ،‬د هغه په سر د غم غريبۍ ورېځې‬
‫راخورې شوې‪ ،‬عزيزان تر بوران هم ورته گورمېدل‪ ،‬وروڼه يې واړه وو‪ ،‬پولې پټي يې هم لرل‪ ،‬خو د ميراتې نه وېرې ده‪،‬‬
‫د يوې جوپې سره د غلجو وطن ته روان شو‪ .‬رښتيا خبره ده‪ ،‬يار اشنا په تنگسه کې يادېږي‪ .‬محمد امين خان په غلجي قبيل ه‬
‫کې يو لوی ملک و او د عظيم خان اميد و‪ ،‬چې هغه به يې په تنگ وخت کې پ ه ک ار ش ي‪ ،‬هلت ه چې ورس ېد‪ ،‬محم د امين‬
‫خان ورسره ډېر په خور تندي بړه گړه وکړه او ځان سره يې نوکر وساته‪ ،‬په ډېره لږه موده کې اعتباري سړی ش و‪ .‬د عظيم‬
‫خان عمر به اوس د څلوېښتو نه تېر و‪ ،‬غټې غټې شنې سترگې‪ ،‬سره سره ويښته‪ ،‬چې چرته چرته س پين هم پ ه کې ښ کاره‬
‫شوي وو‪ ،‬کونډۍ ږيره‪ ،‬اوږده اوږده گڼ برېتونه‪ ،‬تښيزي يې دومره ارت و‪ ،‬چې د خندا په وخت به ترې وې ره کې ده‪ ،‬پ وزه‬

‫‪4‬‬
‫يې د وروځو ترمينځ ورناسته وه او وروځې يې د بروځو په شان د سترگو په خزو ورپرتې وې‪ ،‬د لرې نه لوړگړن گ س ړی‬
‫ښکارېده‪ ،‬خو د نزدې نه سم ميانه قدی معلومېده‪ ،‬د کارتوسو ډک مالبند يې تړلی و او د يو ځلېدونکي موټي پيش قبضه يې‬
‫پکې ټومبلې وه‪ .‬د شلو کالو نه د محمد امين خان سره و‪ ،‬د عظيم خان له کبل ه ب ه محم د امين خ ان د هغ ه د کش رانو وروڼ و‬
‫عزيز خان او نورکليم سره هم ډېر الس کاوه او عزيزخان اوس ورس ره څن گ پ ه څن گ روان و‪ .‬محم د امين خ ان د اوړي‬
‫راهيسې په پيښور کې و‪ ،‬د مېوې د کار نه دومره هم نه وزگارېده‪ ،‬چې د يو څو ورځو لپاره خپل وطن ته تلی وی‪ .‬سليم يې‬
‫په خپله خور پسې وطن ته لېږلی و‪ ،‬سليم به همېشه په خپل موټر کې سفر کاوه‪ ،‬خو دا ځل ورته عظيم خان خره پښه شو‪،‬‬
‫چې ارو مرو به ماسره ځې او د تيراه سيل به کوې‪ .‬سليم يو فطرت نگار شاعر و‪ ،‬د هغه د قدرتي مناظرو سره فطري مين ه‬
‫وه او سره ددې چې د هغه خور گلرخ ته ددې قسمه سفر تکليف هم و‪ ،‬خو هغې د سليم رايه غوره وگڼله ‪ ،‬يو خو په دې چې د‬
‫ورور په ملگرتيا کې به خوشحاله وي او بله دا چې عظيم خان دومره ډېراصرار ک اوه‪ ،‬چې ک ه دوی ورس ره ت يراه ت ه ن ه‬
‫وی تلي‪ ،‬نو هغه شايد ترې مرور شوی و‪.‬‬

‫گلرخ به د شپاړسو کالو وه‪ ،‬هغې د عظيم خان په غيږ کې ل وبې ک ړې وې‪ ،‬عظيم خ ان پ ه اوږو گرځ ولې وه‪ ،‬هغ ه ب ه‬
‫ورته کله کله ځان اس کړ او خپل پټکی واگې‪ ،‬په مال به يې کښينوله او په شنو شنو پټو کې به يې ځغلوله‪ .‬کله کله به د عظيم‬
‫خان زنگونونه په اغزو سره ککړ شول‪ ،‬خو هغه به هېڅ پروا نه کوله‪ .‬گلرخ ته به يې ((وړه بي بي)) ويل او گلرخ به ورته‬
‫((خان کاکا)) ويل‪.‬‬

‫عظيم خان د يو اوږد خيال په ټال زنگل او مزل لنډيده‪ ،‬سليم هغه شان د غرونو‪ ،‬ورېځو پن اه کې دونکو پلوش و‪ ،‬د دنگ و‬
‫دنگو ونو‪ ،‬هيبت ناکو ناوونو او درو په ننداره کې غ رق و‪ .‬د تم اچې ق اش يې د څن گ ن ه مخې ت ه را اوړي دلی و او تماچ ه‬
‫ورته په زين پرته وه‪ .‬نا څاپه عظيم پښه نيولی غوندې شو او شاته يې مخ واړوه‪ ،‬د هغه کشرورور عزيز خان د گل رخ د اس‬
‫نه مخکې په هغه پسې راروان و‪ ،‬عظيم خان ورته غږ کړ ((عزيز خانه))‪.‬‬

‫عزيز خان‪ :‬هن دا دا!‬

‫عظيم خان‪ :‬ترپ کړه کنه وروره! کلي ته مخکې ځان ورسوه‪ ،‬مور ته دې ووايه‪ ،‬چې خان راغی‪ ،‬چې څه لل و تپ و خ و‬
‫وکړي‪ ،‬بيا يې په خندا وويل‪(( :‬نن مو بخت ويښ شوی دی‪ ،‬چې بادار مو مېلمه دی))‪.‬‬

‫سليم‪ :‬تاسو زما وروڼه يئ‪ ،‬زما په خيال کې خو ټول پښتون برابر دي‪ ،‬که نوکري باداري وي‪ ،‬نو ستا او د بابا ترمينځ ه‬
‫به وي‪ ،‬زه خو دې مشر ورور گڼم‪.‬‬

‫عظيم خان د سليم د خبرو هېڅ ځ واب ون ه ک ړ او عزي ز خ ان ت ه يې ووي ل‪(( :‬م ور ت ه دې وواي ه‪ ،‬چې وړه بي بي هم‬
‫ورسره ده‪ ،‬چې خپله در غريبي پوره پوره وکړي‪ ،‬اورې کنه؟))‬

‫عزيز خان‪ :‬بېغمه اوسه دادا!‪ ،‬دا يې وويل او قدم يې تېز کړ‪ ،‬په يو ساعت کې دوړاندينو ملگرو نه تېر شو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬عزيز خان خو نامې خدا الوځي‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬خان! دا په مونږ ټولو وروڼو کې چابک او د تورې سړی دی‪ ،‬چې رښتيا درته ووايم‪ ،‬نو زمونږ الس هم په‬
‫ده پورې تود وو‪ .‬وړې بي بي خفه خو به نه يې؟‬

‫گلرخ‪ :‬ولې به خفه کېږم‪ ،‬خان کاکا! زه خو ډېره خوشحاله يم‪.‬‬

‫سليم‪ :‬عظيم خان! کلی به اوس څومره لرې وي؟‬

‫عظيم خان‪ :‬بس دوه ميله به وي‪.‬‬

‫‪5‬‬
‫سليم‪ :‬دوه ميله! خير اوس خو لمر هم پرېوت او الر سخته کړپه ده‪ ،‬چې ناوخته نشي‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬دومره نه ناوخته کېږي‪ ،‬ال وخت شته‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬خان کاکا د نماښام د نمونځ به څه چل کوو؟‬

‫عظيم خان‪ :‬وړې بي بي! چرته چې نماښام شو‪ ،‬هم هلته به نمونځ کوو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬يره نو راځئ چې همدلته اودسونه وکړو‪ ،‬هغه مخامخ ځای مې خوښ دی‪ ،‬ميدان غون دې هم دی او اوب ه هم ډې رې‬
‫دي‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬ډېره ښه ده‪ ،‬ويړکو قچر ودروئ او د سر څوکۍ ته غږ وکړئ‪ ،‬ودريږي‪ ،‬چې نمونځ وکړو‪ ،‬بيا به ځو‪.‬‬

‫دويمې څوکۍ وړومبۍ څوکۍ ته غږ وکړ‪ ،‬څ وک چې چېرت ه و‪ ،‬هلت ه کښېناس تل‪ ،‬گل رخ او س ليم هم هغ ه ط رف ت ه‬
‫روان شول‪ ،‬سليم د يوې نښتر د ونې الندې جای نماز وغوړاوه او چې خور ورور دواړه د نمونځ نه فارغ شول‪ ،‬خپلو ملگرو‬
‫ته ورغلل‪ ،‬عظيم خان او هغه ملگري هم د نمونځ نه وزگار شوي وو‪ ،‬س رڼی يې څک اوه‪ ،‬س ليم پ ه حيرانتيا س ره س رڼي ت ه‬
‫وکتل‪ ،‬عظيم خان يې په مطلب پوه شو‪ ،‬شونډې يې سره کلکې کړې او چې مسکی شو‪ ،‬بريتونه يې نېغ ودرېدل‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬خان دې ته مونږ سرڼی وايو‪ ،‬گوره کنه کټ مټ د سُرنا په څ ېر دی‪ ،‬دا م ونږ د م ېزري ن ه ج وړوو‪ ،‬پ ه‬
‫سفر کې چې ځان سره چيلم گرځول گران وي؛ نو په دې کې تماکو څکوو‪.‬‬

‫سليم په خندا شو‪ ،‬سليم‪ :‬ته راکړه ماته! ېره ډېر عجيبه يې جوړ کړی دی‪ ،‬کمال يې کړی دی‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬خان ته هم عجب سړی يې‪ ،‬چې هر نوی شی ووي نې‪ ،‬ورت ه حيران ېږې‪ ،‬دا خ و معم ولي ش ی دی‪ ،‬زم ونږ‬
‫خلق د ميزري نه کچکولونه او ښکلي ښکلي د لوبو اوښان هم جوړولی شي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬د لوبو اوښان!؟ بيا خو به تاسو د گوډۍ پيټارهم جوړولی ش ئ‪ .‬پ ه دې خ بره ټول و بې اختياره وخن دل‪ ،‬د گل رخ د‬
‫خولې نه دا خبره بې اختياره وتلې وه‪ ،‬خو چې ملگرو وخن دل‪ ،‬ن و هغې د ش رم ن ه سرښ کته ک ړ‪ .‬هغې محس وس ک ړل‪ ،‬چې‬
‫گوندې زه به ورته يوه لوبغاړې ماشومه جينۍ ښکاره شوې يم‪ ،‬عظيم خ ان يې د نق اب د ي وې پيڅکې ن ه پ ه اننگي د حيا رد‬
‫عمل ښه وليد‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬وړه بي بي ال هغسې وړه بي بي ده‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زه خو وايم‪ ،‬چې جينکۍ زړې کاړساوې شي‪ ،‬نو هم به ترې د گوډا گوډۍ واده هېر نشي‪ ،‬ځکه چې د ماشومتوب‬
‫د وخت لوبې د ماشومانو په فطرت کې ځای ونيسي‪ ،‬زه خو وايم چې يښتانه دې خپل بچي د گوډاگ وډۍ پ ه لوب و ن ه روږدي‬
‫کوي‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬زه خو نور نه پوهېږم‪ ،‬ستاسو په مخکې ړوند يم‪ ،‬خو چې څومره ملکونه م ا ليدلي‪ ،‬دا د لېنځک و ((گ وډا‬
‫گوډۍ)) دستور پکې شته‪ ،‬داسې برېښي چې مشرانو به په دې کې د ويړکيو دپاره څه فايده سهي ک ړې وه‪ ،‬وړې بي بي! ت ه‬
‫خو هم څه وايه کنه؟‬

‫گلرخ چې د ملگرو په خنداکچه شوې وه‪ ،‬تر اوسه يې ځان سمبال کړی و‪ ،‬ويې ويل‪:‬‬

‫گلرخ‪ :‬خان کاکا! ستا خبره صحيح ده‪ ،‬خو الال که هر څو د هر څيز په فلسفه ځ ان پوه ول غ واړي‪ ،‬خ و وهمي هم ډې ر‬
‫زيات دی‪.‬‬

‫‪6‬‬
‫سليم‪ :‬ولې په څه وهمي يم؟‬

‫گلرخ‪ :‬خان کاکا چې د ميزرو نه د کومو څيزونو د جوړولو خبره وک ړه‪ ،‬ن و هغ ه ټ ول څيزون ه د لوب و وو او پ ه داس ې‬
‫وخت کې راته د گوډاگوډۍ پيټار يادېدل د دې خبرې د زنځير يوه کړۍ وه‪ ،‬دا خبره نه وه‪ ،‬چې زما په ط بيعت کې اوس هم‬
‫د ماشومتوب د لوبو شوق پاتې دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ماته وهمي وايې او دې ته وگوره‪ ،‬په بلو بلو سر شوه‪ ،‬ما خو دا ويل چې د وړوک والي ل وبې پ ه فط رت کې ځ ای‬
‫نيسي‪ ،‬ځکه درته پيټار ياد شو‪ ،‬د گوډاگوډۍ لوبې فضول دي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬فض ول ولې دي؟ د گ وډا گ وډۍ واده ک ول‪ ،‬د بچ و پ ه ذهن کې د راتلونک و ازدواجي فرائض و کرون ده ک وي او‬
‫دغسې د هغوی د ځوانېدو سره سره هغه دا احساس ښه زرغون شي‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬سورېږئ! تياره شوه‪ ،‬زمونږ خو هر څه د فکر نه وتلي وو‪ .‬دا يې وويل او گل رخ ت ه يې خپ ل زنگ ون م ات‬
‫کړ‪ ،‬په اس يې سوره کړه او د کلي په لور روان شول‪.‬‬

‫عظيم خان د گلرخ د اس واگې ونيوې او د سليم د اس سره يې برابر کړ او ويې ويل‪:‬‬

‫عظيم خان‪ :‬خان! اپريدي وايي چې خبرې به گو؛ خو ننگيږو به نه‪ ،‬تاسو چې واړه وئ‪ ،‬کومه ورځ مو د جنگ ن ه بغ ير‬
‫تېره کړې ده‪ ،‬چې اوس به سره خوله په خوله نه شئ‪ ،‬خو خير کوئ اوس خبرې‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زه نه کوم‪ ،‬هغه ما ته وهمي وايي ‪ ...‬وگوره عظيم خانه! دا مخامخ برج غوندې ښکاري‪ ،‬که څه څيز دی‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬ايو! دا زمونږ د گندۍ برج دی‪ ،‬چې تيږه ماته وي‪ ،‬نو زمونږ دوه درې سړي ضرور په دې کې وي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬د دې څه فايده وي‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬فايده يې دا ده‪ ،‬چې تيږه ماته وي او زمونږ سړي په دې برج کې ناست وي‪ ،‬نو د دې برج ن ه الن دې پ ه ي و‬
‫اړخ کې زمونږ د دښنو کلی دی‪ ،‬هغوی رانه د باندې نشي وتی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬خان کاکا! دا تيږه ماته ال څه وي؟ سليم وخندل او ويې ويل‪:‬‬

‫سليم‪ :‬چې د دوو پرو د مينځ نه صلح وځي‪ ،‬دې ته تيږه ماته يا کاڼی م ات وايي‪ ،‬ي ره عظيم خان ه! دا ت يږه مات ه ي ا ک اڼی‬
‫مات عجيبه غوندې اصطالح ده‪ ،‬د دې بنياد به څه وي‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬خان خدايږو چې هيڅ پکر مې نه رسي‪ ،‬خو چې په ښه بد پوی شوی يم‪ ،‬نو دا ټکی اورم ‪ ...‬هغه دی‪ ،‬زمونږ‬
‫گړۍ ښکاره شوه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬د کلي نه بهر‪ ،‬هغه تور تور څه ښکاري؟‬

‫عظيم خان‪ :‬عزيز خان به خلک خبر کړي وي کنه‪ ،‬دا د کلي خلک او سړي زمونږ ستړي مش ي ت ه راروان ښ کاري‪ .‬د‬
‫عظيم خان دا خبره رښتيا وه‪ ،‬په لږ ساعت کې هغه تور ت ور داغون ه د س ړو پ ه ص ورت کې څرگن د ش ول او دوی ال ډې ر‬
‫وړاندې نه وو تلي‪ ،‬چې مخې ته ورته راورسېدل او ډېر کلک ستړي مش ي او ب ړه گ ړه يې وک ړل‪ ،‬چې کلي ت ه ورس ېدل‪،‬‬
‫عزيزخان تيار والړ و‪ ،‬گلرخ يې هم هغه شان په اس سوره کور ته ننه ويسته‪ ،‬يو کس ورسره باري قچر هم روان کړل‪ .‬سليم‬
‫د کلي سړو الس په الس د اس نه راکوز کړ او حجرې ته يې بوت‪ ،‬د حجرې ش ېرازۍ د گټ و ي و دې وال و‪ ،‬ي و ط رف ت ه د‬
‫حجرې کوټه او ورسره ي و وړوکی جوم ات و‪ ،‬د جوم ات پ ه مخکې ل ويې ل ويې ت ېږي د اودس دپ اره ايښ ې ش وې وې او‬
‫ورسره يوه د غزه ونه والړه وه‪ .‬سليم ال په کټ کې ناست نه و‪ ،‬چې دوه کسه ځلمي يې چاپۍ ته کښېناستل‪ ،‬ي و ځلمي هل ک‬

‫‪7‬‬
‫زر زر چلم تازه کړ‪ ،‬ډک يې کړ او د ټولو نه اول يې سليم ته ونيو‪ ،‬په پښتنو کې د چلم په هکل ه ويلی ش ي‪ ،‬چې ک ه ژرن ده د‬
‫پالر ده‪ ،‬خو په وار ده؛ خو د مېلمه دپاره هغوی د دې اصولو پابندي نه کوي‪ ،‬اول مېلمان ه‪ ،‬پس ته کوربان ه‪ .‬س ليم ورت ه پ ه‬
‫نفی کې سر وخوځاوه‪ ،‬ځلمي هلک چلم په ن ورو ناس تو خلک و وگرځ اوه‪ .‬عظيم خ ان د رارس ېدو س ره ک ور ت ه تلی و‪ ،‬ي و‬
‫ساعت نه وه ت ېر چې هل ک بالښ تونه راوړل‪ ،‬د س ليم س ر او ډډو ت ه يې واچ ول‪ .‬د کلي واړه واړه هلک ان د س ليم د کټ ن ه‬
‫چاپېر شول او په مشتاقو نظرونو يې ورته کتل شروع کړل‪ ،‬د هغوی دپاره سليم بالک ل د ي وې ن وې او د بلې دنيا س ړی و‪،‬‬
‫سليم زر د بټوې نه پيسې راووېستې او په هلکانو يې وېش شروع کړ‪ .‬يو س پين ږي ري ورت ه وهم وي ل‪ ،‬چې ((م ه ورک وه))‪،‬‬
‫خو سليم ټولو هلکانو ته پيسې ورکړې‪ .‬ډېر هلکان په دو دو کورونو ته روان شول‪ ،‬په خپلو ورغوو کې يې پيسو ت ه کت ل او‬
‫په منډه خالص وو‪ .‬دلته خو دا حال و‪ ،‬په کور کې دننه د کلي ښځې او ماشومان گلرخ ته راغونډ شوي وو‪ ،‬ځنو ځنو ب ه چې‬
‫د گلرخ ښايست ته وکتل‪ ،‬په اننگو به يې گوتې راښکودې‪ ،‬يوې زړې ښځې خ و گل رخ دوم ره ښ کل ک ړه‪ ،‬چې د عظيم خ ان‬
‫مور په زور ترې خالصه کړه او زر يې ورته سپېلني دود کړل‪ ،‬چې د نظره نشي‪ .‬د عزي ز خ ان او عظيم خ ان ښ ځو يې د‬
‫سر نه پيسې او روپۍ تاوې کړې او ماشومانو ته يې په انگړ کې وشيندلې‪ ،‬په انگ ړ کې هس ې دربلۍ ج وړه ش وه‪ ،‬د چ ا مخ‬
‫خړ‪ ،‬د چا غاښ وينې‪ ،‬د چا لمن شلېدلې‪ ،‬اخر چې شور ختم شو او ماشومان بيا په خپلو خپلو ځ ايونو کښېناس تل‪ ،‬ن و گل رخ‬
‫يو خورجين پرانست او په ټولو وړو يې شنه مېوه او پسته وېش ک ړه‪ .‬ال د نم ازخفتن تيارۍ ن ه وې ش وې‪ ،‬چې س ليم دپ اره‬
‫عظيم خان چای راوړې او د هغه ال وړومبۍ پياله په الس کې وه‪ ،‬چې عزيز خان يو گډ راووېس ت او حالل يې ک ړ‪ ،‬اپري دو‬
‫زلمو د سترگو په رپ کې پوستکی ترې ووېست او چې يو کس اور بلولو‪ ،‬دوی بيا گډ تيکې تېکې کړی و‪ ،‬ي و کس وري تې‬
‫ته کښېناست او نورو په سيخونو لم او پټې تېکې پېيلې‪ ،‬چې ترڅو د کور نه ډوډۍ راوته‪ ،‬د لم او پټو تيکو س يخونه ورات ه‬
‫شوي وو‪ .‬سليم ته يې ډوډۍ په مخکې کېښوده‪ ،‬يو دوه سپين ږيري هم س ره د عظيم خ ان‪ ،‬ورس ره کښېناس تل‪ .‬عظيم خ ان‬
‫عزيز خان راوبللو او په غوږ کې يې ورته څه وويل‪ ،‬عزيز خان الړ‪ ،‬د پټو دانو او لم دوه سيخونه يې کور ته يووړل‪ ،‬گلرخ‬
‫ايله ډوډۍ ته ناسته وه‪ ،‬چې عزيز خان ورته سيخونه په تالي کې تش کړل‪.‬‬

‫گلرځ‪ :‬دا څه دي؟‬

‫عزيزخان‪ :‬خورې! دې ته پټې دانې وايي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬پټې دانې ورته ولې وايي؟‬

‫عزيزخان‪ :‬ځکه چې د ينې ټوټې په وازده کې نغښتې وريتې شوې وي‪ .... ،‬خوره خورې! دا ډېرې خوږې وي‪ .‬مورې!‬
‫دا لم ورنسکير کړه‪ .‬مور يې د لم دانې گلرخ ته ورڅېرمه کړې‪ ،‬خو پټو دانو او لم يې زړه بد بد کړ‪ .‬د عظيم خان مور ورته‬
‫وويل‪ ،‬چې نورې وخوره‪ ،‬خو گلرخ ورته زړه ونه نيو‪ ،‬د پټ و دان و پ ه تعري ف کې يې دوه درې خ برې وک ړې او ډوډۍ يې‬
‫ختمه کړه‪ .‬اپريدۍ ښځې ورته حيرانې وې‪ ،‬چې گلرخ ولې دومره کم خوراک وکړ‪ ،‬چې گلرخ الس ووينځل‪ ،‬نو د عظيم خان‬
‫مور د کور کلي بچو ته وويل‪ ،‬چې راشئ‪ ،‬وخورئ! واړه د مچ و م ېږو پ ه ش ان پ ه دس ترخوان ورپرېوت ل او چې گل رخ د‬
‫اودس نه فارغېده‪ ،‬په دسترخوان بغير د يو څو شپېلکيو هډوکو نور هېڅ نه وو پاتې‪.‬‬

‫پ ه اپري دو کې دا قاع ده ده‪ ،‬چې کوربان ه کش ران د مېلم ه ن ه پس پ ه دس ترخوان کې ني‪ .‬س حر وخ تي چې س ليم د‬
‫ضرورياتو نه فارغ شو‪ ،‬عظيم خان ورته چای کېښودې‪ ،‬خو چې سليم ورته وکتل‪ ،‬نو کړه وړه يې نور وو‪ ،‬س ليم ت ه دا ي وه‬
‫معمولي خبره ښکاره شوه‪ ،‬خو چې د چايو نه فارغ شو او عظيم خان سامان پورته کولو‪ ،‬سليم ورته وويل‪:‬‬

‫سليم‪ :‬عظيم خان د تگ تياری وکړه‪ ،‬مونږ زيات نه شو پ اتې کې دی‪ ،‬س ره د دې چې دوه درې ورځې ن ور هم د ت يراه‬
‫سيل پکار ده‪ ،‬خو بيا سهي ‪ ...‬بابا به انتظار کوي‪ .‬عظيم خان چاينک په شکور کې د يوې نيمگړې پراټې دپاسه کېښود‪ ،‬مخ‬
‫يې ستون کړ او په خوله کې يې څه بړ بړ وکړل‪ ،‬سليم پرې هېڅ پوه نه شو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬عظيم خان! زما خبره دې واورېده؟ عظيم خان د تلو په نيت ورته شا گرځولې وه‪ ،‬په تلو تلو کې يې وويل‪:‬‬

‫‪8‬‬
‫عظيم خان‪ :‬ايو! اورېدلې مې ده‪ ،‬خو تاسو نه شئ تلی‪ .‬د سليم په تندي يوه گونجه پيدا شوه‪ ،‬په حيرانۍ سره يې وويل‪:‬‬

‫سليم‪ :‬نه شو تلئ؟ دا ولې؟ عظيم خان په زوره وخندل‪ ،‬خو په خندا کې يې دومره هيبت و‪ ،‬چې د سليم په زړه کې وېرو‬
‫او ترهو غزونې وکړې‪ ،‬بيا يې ورته مخ راستون کړ او سليم ته يې گوته ونيوه‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬ځکه نه شئ تلئ‪ ،‬چې تاسو ما ولجه کړئ‪.‬‬

‫دوهم باب‬
‫(اکبر خان)‬
‫د سليم زړه په زوره زوره ودرزېده او عظيم خان ته يې په کتو کتو سترگې وازې پاتې شوې‪ ،‬سليم دې ناڅاپي گوزار ته‬
‫تيار نه و‪(( ،‬ما ولجه کړئ)) يو د تندر غږ و‪ ،‬چې د سليم د هوش دنيا يې ولړزوله‪ ،‬د حواس و س ترگې يې د ي و س اعت دپ اره‬
‫وبرېښېدې‪ ،‬خو د دې گوزار رد عمل يې يو بل اړخ بدل کړ‪ ،‬د عظيم خان د شلو کالو تعلق ات ورت ه مخکې ش ول‪ ،‬د هغ ه د‬
‫پالر ښېگڼې‪ ،‬کومې چې هغه وخت په وخت د عظيم خان او د هغه د ورونو سره کړې وې‪ ،‬د دې ټول و خ برو نتيج ه د هغ ه‬
‫په خيال‪ ،‬دا خو هيچرې نه شوه کېدی‪ ،‬هغه ته د عظيم خان خبره يوه ټوکه ښکاره شوه‪ ،‬په س ترگو کې يې د امې د رڼ ا پيدا‬
‫شوه‪ ،‬خو هغه رڼا د ډېر لږ ساعت دپاره وه‪ ،‬ځکه چې عظيم خان ((ما ولجه کړې)) د ويلو ن ه پس د پ وزې پ ه بري د ک ور ت ه‬
‫روان شو او د سليم د ځواب يې هډو انتظار ونه کړ‪ .‬د سليم د زړه په فضا بيا د نااميدۍ ورېځې راخورې شوې‪ ،‬هغه پوه شو‪،‬‬
‫چې عظيم خان بې وفايي وکړه‪ ،‬ځان ورته په صحيح معنو کې قيدي ښکاره شو او چې د خپلې بې وسۍ س ره د گل رخ خيال‬
‫هم ورغی‪ ،‬نو بې قراري يې ال زياته شوه‪ .‬هغه نيازبينه گلرخ که د دې واقعې نه خبره شي‪ ،‬څه ح ال ب ه يې ش ي‪ ،‬ک وم وخت‬
‫چې سړی گېر شي‪ ،‬د هغه سترگې ضرور د خالصي درک لټوي‪ ،‬د س ليم بې ن وا س ترگې هم د ش يرازۍ دروازې ت ه ک ږې‬
‫شوې‪ ،‬خو هلته يې عزيز خان او نور کليم دواړه ټوپک په الس وليدل‪ ،‬د هغوی سترگو د ښکارزن په څ ېر س ليم ت ه کت ل‪ ،‬د‬
‫سليم نظر د شيرازۍ د گټو دوره شروع کړه‪ ،‬ټولو خلکو هم ده ته کتل او په داسې وخت کې ضرور د مظلوم د کتو خ واهش‬
‫پيدا کېږي‪ ،‬خو چې ده به چاته وکتل‪ ،‬نو هغه به ښکته وکتل‪ ،‬د حرکاتو او سکناتو په ژبه خبرې اترې جاري وې او د خولې‬
‫ژبې بالکل گونگې شوې وې‪ .‬سليم يو رحم غوښتونکی نظر په هغ و دوو س پين ږي رو هم واچ وو‪ ،‬ک وم چې ورس ره پ رون د‬
‫ډوډۍ ملگري وو‪ ،‬خو د هغوی نظرونو هم د سليم د نظر ه رکلی ون ه ک ړ‪ ،‬دواړو س رونه ښ کته ک ړل او پ ه هغ وی کې ي و‬
‫باباجي د خپلو احساساتو د پټولو دپاره د جېب نه د نسوارو دبلی راووېست‪ ،‬نسوار يې واچول‪ ،‬څادر يې څنډ واه ه‪ ،‬پ ه اوږه‬
‫يې واچوه‪ ،‬يو ارغشی يې وکړ او کور ته روان شو‪ .‬د سليم سترگو‪ ،‬په رپ کې د ټولې شيرازۍ دوره وکړه‪ ،‬هغه ته معلوم ه‬
‫شوه‪ ،‬چې هېڅوک يې خواخوږی نشته‪ ،‬په داسې حال کې کوم بني آدم دی‪ ،‬چې د فکر په سيند به الهو نشي‪ .‬سليم هم د فکر‬
‫وسلې راواخيستې او د دې نوي جنگ تياری يې شروع کړ‪ ،‬خو چې د فکر په دوران کې به د عظيم خان د شلو کالو تعلق ات‬
‫ورته يو د خوب حالت ښکاره شو‪ ،‬خو چې گېرچاپېر به يې نظر وکړ‪ ،‬نو پوه به ش و‪ ،‬چې خ وب ن ه دی‪ ،‬ويښ ه ده او اوس‬
‫هغه او د هغه پېغله خور د خپل نمکح رام ن وکر پ ه رحم دی‪ ،‬هغ ه ح يران و‪ ،‬چې اخ ر عظيم خ ان ولې دوم ره ب د ورس ره‬
‫وکړل‪ ،‬په خپله سليم او د سليم پالر خو همېشه د عظيم خان سره د مهربانۍ سلوک ک ړی و‪ ،‬د ش لو ک الو د مهرب انيو دا ب دل‬
‫دی‪ ،‬چې عظيم خان ورکړ‪ ،‬نو دا خبره چا رښتيا کړې ده‪ ،‬چې ((ښه کړي‪ ،‬بد گټلي))‪ ،‬اخر د ډېر فکر نه پس سليم دې ن تيجې‬
‫ته ورسېد‪ ،‬چې د عظيم خان تربيت په اول کې په ښه طريقه نه وه شوی او چې م ونږ س ره ن وکر ش و‪ ،‬هلت ه يې ه ډو چ ا د‬
‫تربيت خيال ونه ساته‪ ،‬ځکه چې د پښتنو خانان او ملکان دومره دوراندېش نه دي‪ ،‬چې هغوی د نوکرانو تربيت هم ض روري‬

‫‪9‬‬
‫وگڼي‪ ،‬د هغوی د نوکر د کار خدمت سره غرض وي او هغه ورته نوکران کوي‪ ،‬نور د نوکرانو گور گردن خپ ل وي‪ ،‬خ و د‬
‫پښتنو خانواده وو دا بې پروايي يوه خوفناکه غلطي ده‪ ،‬اخر هم هغه خپل نوکر ورته بال شي او داس ې نقص ان ورت ه رس وي‪،‬‬
‫چې دښمنانو به ورته په يوه صدۍ کې هم نه وي رسولی‪ .‬د تنگسې پ ه داس ې وخت کې چې د ه ر س ړي س ره بغ ير د خپ ل‬
‫خالصي نه بل فکر نه وي‪ ،‬سليم ته د داسې خياالتو راتلل د انساني فطرت نه او بيا د سليم غوندې س ړي د فط رت ن ه خالف‬
‫نه دی‪ .‬په سليم هم د نورو بني آدمو په شان د جذباتو اثر کيده‪ ،‬وېره‪ ،‬ترهه‪ ،‬غم‪ ،‬خوشحالي‪ ،‬وهم او د دې قس مه ټ ولې خ برې‬
‫هغه محسوس کولې‪ ،‬خو د عامو بني آدمو په شان هغه د جذباتو په څپو کې نه بهېد‪ ،‬هغه جذباتو يا فوري اشتعال ته دا موقع‬
‫نه ورکوله‪ ،‬چې د هغه انسانيت د حيوانيت تابع کړي‪ ،‬هغه به د احساس سره د هر خيال تجزيه کوله‪ ،‬هغه ته معلوم ه وه‪ ،‬چې‬
‫حواس د انسان صرف جاسوسان دي‪ ،‬حاکمان نه دي او د کوم سړي چې خپل حواس حاکمان شي‪ ،‬د هغه نه لوی محکوم هډو‬
‫وي نه‪ .‬دغه وجه وه‪ ،‬چې هغه د عظيم خ ان د دې غ دارۍ تجزي ه هم وک ړه او د نوکران و ن ه د دې قس مه واقع ات ه ره ورځ‬
‫دومره ډېر کيږي‪ ،‬چې د بيان محتاج نه دي او د چا تربيت چې مور پالر په ښه طريقه نه وي کړي او بيا يې خپ ل ب ادار هم د‬
‫تربيت خيال نه وي ساتلی‪ ،‬نو هغه تر هغه وخته ديانتدار وي‪ ،‬چې په لويه پانگه يې الس نه وي ب ر ش وی‪ ،‬ه ر کل ه چې ډې ر‬
‫مال په الس ورشي‪ ،‬د هغه ديانتداري نفساني خواهش ته وسله وغورځوي او بيا هم هغې نوکر‪ ،‬کوم چې يوه ورځ اگاهو ډې ر‬
‫تابعدار او ديانتدار ښکارېده‪ ،‬نن دومره سرکش او خيانت کوونکی شي‪ ،‬چې د سړي عقل فک ر ورت ه ح يران ش ي‪ .‬دغ ه وج ه‬
‫وه‪ ،‬چې سليم هم په اول کې د عظيم خان دې خبرې ته حيران شوی و‪ ،‬خو چې فکر يې وکړ‪ ،‬نو پوه شو‪ ،‬چې انسان د قدرت‬
‫يوه ښکلې نظري ه ده‪ ،‬ک وم خياالت يې چې غ الب وي‪ ،‬توج ه يې هم هغ ه خوات ه وي او اندامون ه يې هم د خياالتو پ ه اش اره‬
‫کارکوي‪ ،‬که دا خياالت پرېشانه او د يو خاص نظام د الندې نه وي‪ ،‬نور بني آدم هم هغه نظريه پاتې شي‪ ،‬نور هېڅ ن ه وي‪.‬‬
‫هم د دغو خياالتو د تنظيم نه‪ ،‬د نيکۍ او بدۍ معيار قايم شي او هم په دې معيار د دنيا د نظام مدار وي‪ .‬د عظيم خان د فطرت‬
‫پوره پوره اندازه نن سليم وکړه او د هغه په خيال کې خپل يو پخوانی شعر وگرځيد‪.‬‬

‫هر يو څيز د امتحان په وخت څرگند شي‬

‫معلومېږي په آتش زر و زرنيخ‬

‫سليم به د خپلو فکرونو سره ډېر مشغول وی‪ ،‬خو دننه په ک ور کې داس ې ش ور ج وړ ش و‪ ،‬چې توج ه يې هغې خ وا ت ه‬
‫وگرځېده‪ ،‬دا چغې سورې زياتې د ښځو وې‪ ،‬خو په شور کې به د سړي دبکې هم اورېدی ش وې او د هغ و س ره ب ه س مې‬
‫ماشومانو کريکې جوړې کړې‪ .‬داسې معلومېدل‪ ،‬چې څوک سړی ښځې وهي او ماشومان ورسره س م ژاړي‪ .‬پ ه حج ره کې‬
‫هم د ځنو ځنو سړو غوږونه لک څک شول‪ ،‬عزيزخ ان ن ور کليم ت ه وکت ل او پ ه س ترگو س ترگو کې يې ورت ه څ ه ووي ل‪،‬‬
‫نورکليم پاڅېد‪ ،‬کور ته الړ او يو ساعت پس يې عظيم خان د ځان سره بهر راوست‪ .‬د عظيم خان سترگو د غصې نه بڅ ري‬
‫لوستل‪ ،‬السونه يې رپندي اخيستي وو او برېتونه يې نيغ نيغ والړ وو ‪ ...‬س ليم پ وه ش و‪ ،‬چې عظيم خ ان پ ه ک ور کې جن گ‬
‫کړی دی‪ ،‬خو دې خيال يې په زړه يوه چپه راوسته‪ ،‬چې هسې نه گلرخ د اصل حال نه خبره ش وې وي او چرت ه د خ ولې ن ه‬
‫يې عظيم خان ته بدرد وتلي وي او عظيم خان وهلي وي‪ ،‬خو بيا يې زړه ت ه تس لي ورک ړه‪ ،‬چې گل رخ دوم ره د پ وچ خ وی‬
‫جينۍ نه ده‪ .‬سليم هم په دې فکر کې و او په کور کې دننه هغه شان چغې سورې او ژړا وه‪ ،‬عظيم خان په غصه کې د کټ‬
‫نه پورته شو او‪:‬‬

‫عظيم خان‪ :‬چې وژلې مې نه وي‪ ،‬نو منع به نشي‪ .‬نورکليم ورټوپ کړل‪ ،‬د مال نه يې ونيو‪.‬‬

‫نورکليم‪ :‬وشوه دادا! د خدای دپاره ادې خو دې مړه کړه‪ ،‬په کلي ولس پورې شرم دی‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬ته مې ورته پرېږده‪ ،‬چې خالصی يې وکړم‪ ،‬د هغې بې شرمې د سړو په کار کې څه کار؟‬

‫نورکليم‪ :‬وشوه‪ ،‬ښځې خو د ښځو ننگه کوي کنه‪ ،‬سليم پ وه ش و‪ ،‬چې عظيم خ ان ب ه خپلې م ور‪ ،‬زم ونږ پ ه ولج ه کول و‬
‫ټوکلی وي او هغه به وهلې وي‪ ،‬سليم په دې خبره حيران ځکه نه شو‪ ،‬چې هغه ته د پښتون جهالت معلوم و‪ ،‬که پښتانه د مور‬
‫د لويې درجې نه واقف وای‪ ،‬نو د نورو ضروري خبرو نه به ولې بې خبره وو‪ .‬يو ستړی اسويلی يې پ ه زړه را پورت ه ش و‪،‬‬

‫‪10‬‬
‫خو د زغم زولنې يې ورته واچولې‪ ،‬بيا هم دومره کار وش و‪ ،‬چې دوه درې بې ق رارې اوښ کې يې ت ر س ترگو راورس ېدې‪،‬‬
‫هغه په ارمان ارمان عظيم خان ته وکتل‪.‬‬

‫سليم‪ :‬عظيم خانه!‬

‫عظيم خان چې نورکليم په ډېر زور په يو کټ کې نيولی و‪ ،‬په قهر يې مځکې ته کتل‪ ،‬د سليم په غږ يې سر هسک کړ‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬څه وايې؟‬

‫سليم‪ :‬مونږ دې په څه ولجه کړو؟‬

‫عظيم خان‪ :‬زما خوښه!‬

‫سليم‪ :‬وړه بي بي خبره شوه؟ د دې وينا سره د سليم غږ دروند غوندې شو‪ ،‬عظيم خان د غزه ونې ته په کتو وه‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬هو! خبره مې کړه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬نور څه خو به دې ورته نه وي ويلي؟ تا ته خو معلومه ده‪ ،‬چې زما خور ډېره په نياز لويه شوې ده‪ ،‬خوښ ه دې ن ه‬
‫ده‪ ،‬چې زه د يو ساعت دپاره ورسره ووينم او د السه ورکړم‪ ،‬جينۍ ده‪ ،‬چې زړه يې ونه لوېږي‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬ستا د السې ته هېڅ حاجت نشته‪ ،‬چې په خور دومره زهيرېږې‪ ،‬نو لس زره روپۍ بونگه راوړه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬د څلورو پينځو زرو روپو مال خو اوس هم الس ته درغی‪ ،‬دا دې بس نه دئ؟ عظيم خان يوه مکروهه خندا وکړه‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬نه خانه! ما ستاسو سره شل کاله تير کړي دي‪ ،‬زم ا ح رص هم ستاس و د دم اغ پ ه ش ان غټ ش وی دی‪ ،‬دې‬
‫خبرې د سليم په زړه داغونه کېښودل‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ډېره ښه ده‪ ،‬سبا ته به زه خط درکړم‪ ،‬هغه مې بابا ته ول ېږه‪ ،‬روپۍ ب ه درت ه راش ي‪ ،‬خ و س تا دې قس م وي‪ ،‬چې‬
‫خور ته مې تکليف ونه رسوې‪.‬‬

‫هغه دويم سپين ږيري چې تراوسه چپ ناست و‪ ،‬سليم ته يې مخ راستون کړ‪.‬‬

‫سپين ږيری‪ :‬ويړکيه! مونږ پښتانه يو‪ ،‬مونږ چې هر چرته ځو‪ ،‬نو خدای او قرآن په مينځ کې کوو‪ ،‬چې هرڅه هرڅه ب ه‬
‫کوو‪ ،‬خو په تورسرو به نه بلوسو‪ ،‬چې هيڅ فکر ونه کړې‪ ،‬ستاسو خور به مونږ د خپل اوالد په څېر گڼو‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬زما کار د روپو سره دی‪ ،‬خور ته به دې ولې ضرر پېښوم‪.‬‬

‫په دې خبره د سليم څه تسلي وشوه او هغ ه ت ه دوم ره معلوم ه ش وه‪ ،‬چې پښ تون ک ه ه ر ش ان وي‪ ،‬خ و د خپل و بنيادي‬
‫صفتونو نه خالي نه وي او بيا اپريدي چې هغوی د همېشه راهيسې د پښتون پ ه ننگ ه جنگې دلي دي‪ .‬د س ليم پ ه ذهن کې د‬
‫پير روښان د جنگونو واقعات را برڅېره شول‪ ،‬هغه پير روښان چې د مغل بادشاه اکبر برخالف يې توره له تېکي وېس تلې‬
‫وه او د اکبر د دين الهي برخالف يې د جهاد اعالن کړی و‪ ،‬د پير روښ ان س ره اک ثر مجاه دان اپري دي وو‪ ،‬د پ ير روښ ان د‬
‫وفات نه پس هم‪ ،‬د ننگيالو اپريدو د هغه د زوی جالل الدين په قيادت کې د مغلو سره‌ډغرې ووهلې او بيا د هغ ه د ش هادت‬
‫نه پس د هغه زوی او د پير روښان نمسی حسام الدين راپورته شو او په مغلو يې دنيا تنگه کړه‪ ،‬جهانگير په خپ ل ت وزک کې‬
‫هم د حسام الدين په حقله ليکلي دي‪ ،‬چې هغه په ماخوب حرام کړی دی‪ ،‬بيا هم دغه اپريدي وو‪ ،‬چې پرنگيان يې د تيراه ن ه‬
‫په ذلت سره بهر راويستل ‪ ...‬خو چې د عظيم خان دا بده چاره به يې په زړه ش وه‪ ،‬ن و افس وس ب ه يې وک ړ‪ ،‬چې پښ تون خ و‬
‫خپل دښمن ته هم په خپل کور کې نقصان نه رسوي‪ ،‬ميلمه ته خو لويه خبره ده ‪ ...‬خو بيا به هغه ته فکر ورغلو‪ ،‬چې په ه ر‬

‫‪11‬‬
‫قام او تپه کې ځنې ځنې داسې افراد پيدا کېږي‪ ،‬دا صرف د اپريدي قام خاصه خو نه ده‪ .‬سليم ته د ډېر وخت نه د بول کول و‬
‫ضرورت و‪ ،‬خو دې خبرو کې داسې مشغول و‪ ،‬چې هډو فکر يې پاتې ن ه ش و‪ ،‬رااوچت ش و او ي و ط رف ت ه روان ش و‪ .‬د‬
‫عظيم خان سړو په محاصره کې واخيست‪ ،‬سليم ن ورکليم ت ه ووي ل‪(( :‬د څ وکۍ ح اجت نش ته‪ ،‬م ا س ره چې خ ور ن ه وي‪ ،‬د‬
‫تېښتې اراده نه شم کولی))‪.‬‬

‫نورکليم‪ :‬ته رښتيا وايې‪ ،‬خو اوس د اعتبار زمانه نه ده‪ ،‬سليم مسکی شو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬نورکليمه! خدايږو رښتيا دې وويل‪ ،‬اوس د اعتبار زمانه نه ده‪.‬‬

‫خو نورکليم د سليم په دې برجسته ځواب هېڅ پوه نه شو او سليم چې د بولو نه فارغ شو‪ ،‬واپس حجرې ته راغی‪ .‬عظيم‬
‫خان ډوډۍ راوړې وه‪ ،‬خو په داسې حال کې به سليم څه خوړای شول؟ چې م ړۍ ب ه يې واخيس ته‪ ،‬د گل رخ خيال ب ه يې پ ه‬
‫مرۍ کې ونښلوله‪ ،‬په پوره زور س ره يې ي و څ و م ړۍ واخيس تې او الړ‪ ،‬پ ه خپ ل کټ کښېناس ت‪ .‬نن هم ټول ه ورځ د کلي‬
‫ماشومان د سليم نه گېرچاپېره ناست وو‪ ،‬خو نن ورته ماشومانو په پرېوتو س ترگو ن ه کت ل‪ ،‬دا ورځ پ ه س ليم دوم ره اوږده‬
‫شوې وه‪ ،‬چې په کټ کې يې په ناسته مالسته اړخونه خوږ شوي وو‪ .‬اخر لمر په غرغره شو‪ ،‬د رڼا څادر په نغښ تېدو ش و‪،‬‬
‫د تيارې زلفې په خورېدو شوې او لږ ساعت پس قدرت د مغرب په تندي د يو روڼ ستوري خال وواهه‪ .‬سليم په يو اوږد فکر‬
‫کې پرېوت‪ ،‬د هغه اکر بکر به ساعت په س اعت بدليدل‪ ،‬اخ ر د خواوش ا د کل و پرل ه پس ې ب انگونو هغ ه د فک ر د س يند ن ه‬
‫راوويست‪ ،‬د هغه په مخ د تسلۍ عالمې ښکاره شوې‪ .‬داسې ښکاريدل‪ ،‬چې هغه د دې جال نه د وتو څ ه پخ ه غون دې تياري‬
‫کړې ده‪ .‬خلک مونځونو ته پورته شول او سليم چې د هغوی دا شوق وليد‪ ،‬نو حيران پاتې شو‪ ،‬د دومره جرايم و س ره س ره د‬
‫عبادت کولو دا شوق څه عجيبه غوندې ورته ښ کاره ش و‪ ،‬هم پ ه دې فکرون و کې ډوډۍ هم وخ وړئ ش وه او د ماس خوتن د‬
‫ويده کيدو دپاره کوټې ته ننه وېستی شو‪ .‬نورکليم‪ ،‬سره د دوه نورو سړو د هغه د څوکۍ دپاره ورس ره ش و‪ .‬س ليم چې پ ه کټ‬
‫کښېناست‪ ،‬د ډيوې په رڼا يې يو خط وليکه او په جيب کې يې واچاوه‪ .‬نورکليم ورت ه کت ل او خيال يې ک اوه‪ ،‬چې گون دې د‬
‫ځان خالصولو دپاره پالر ته د روپو رالېږلو کاغذ ليکي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬نورکليمه! يوه قصه خو راته ووايه‪.‬‬

‫نورکليم‪ :‬زما خو بالکل قصه نه ده ياده‪ ،‬خو يار باد شاه به د خپل گوډي نه يوه نوې قصه راوباسي‪ ،‬سليم په خندا شو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ښه ده چې گوډی ورڅخه ډک دی‪ ،‬نو بال دلچسپه ده‪ ،‬د يار بادشاه يوه رنگېدلې قصه‪.‬‬

‫يار بادشاه خو تش ست غوښت‪ ،‬د هغه د قصه ويلو مرض و‪ ،‬د گيدړ او چرگ قصه يې شروع کړه‪ .‬سليم او نورکليم ب ه‬
‫ورته وار په وار ښه ښه کول‪ ،‬چې په دې کې سليم د بولو لپاره پاڅېد‪.‬‬

‫نورکليم‪ :‬څه کوې؟‬

‫سليم‪ :‬بولو ته ځم‪.‬‬

‫نورکليم‪ :‬سيدخانه ته ورسره ووځه‪ ،‬دروازه خو قلف ده کنه؟‬

‫سيدخان‪ :‬هو! کلف ده‪ ،‬دا ده‪ ،‬کنجي يې ماسره ده‪.‬‬

‫نورکليم‪ :‬خير ورسره ووځه‪ ،‬خان تښتي نه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬نورکليمه! خدايږو چې تاسو زما نه هسې هم دا لس زره روپۍ غوښتې وې‪ ،‬چې ما د بابا ن ه پ ټې هم درک ړې وئ‪،‬‬
‫خو افسوس چې‪...‬‬

‫نورکليم‪ :‬خان رښتيا خبره خو دا ده‪ ،‬چې وشوه‪ ،‬دادا مو چې څه کوي‪ ،‬مونږ يې مخې ته نه شو ورتلئ‪ ،‬مشر دی نو‪.‬‬

‫‪12‬‬
‫سيدخان‪ :‬د مال په نيت مو نيت وي نو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬هلکه يار بادشاه قصه دې ياده لره‪ ،‬ډېره د مزې ده‪.‬‬

‫يار بادشاه‪ :‬ښه ده‪ ،‬زه به ستاسو تر راتلو چلم وڅکوم‪ ،‬څرنگه نور کليمه؟‬

‫نورکليم‪ :‬يار خو‪ ،‬زما په زړه کې ناست يې نو‪ ،‬بس خو درته ويل مې‪ .‬سليم چې به ر ت ه ووت‪ ،‬د س يد خ ان پ ه اوږه يې‬
‫الس کېښود‪ ،‬سيدخان پوه شو‪ ،‬چې سليم څه ويل غواړي‪ ،‬ودرېد او د استفهام په نظر يې سليم ته وکتل‪ ،‬سليم د سيدخان غ وږ‬
‫ته خوله نزدې کړه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬واده دې کړی؟‬

‫سيدخان‪ :‬نه!‬

‫سليم‪ :‬ولې؟‬

‫سيدخان‪ :‬روپۍ چرته دي؟‬

‫سليم‪ :‬څومره روپۍ به دې بس وي؟ سپدخان سليم ته ښکته پورته وکتل‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ولې راته گورې‪ ،‬ځواب راکړه‪.‬‬

‫سيدخان‪ :‬خسر راباندې شپږ سوه کابلۍ روپۍ ولور ايښی دی‪ ،‬يو څلور سوه کابلۍ به نورې هم ولگي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬لکه زر کابلۍ روپۍ به بس وي؟‬

‫سيدخان‪ :‬ما خو ځکه الندې باندې درته کتل هم‪ ،‬چې زر روپۍ به چرته وي؟‬

‫سليم‪ :‬دا روپۍ به زه درکړم ‪...‬‬

‫سيدخان‪ :‬زر روپۍ‪ ،‬ماته؟‬

‫سليم‪ :‬هو‪ ،‬تاله او هه واخله دا نوټونه سمدستي‪ ،‬عظيم خان زما د جېبونو تالش ي ن ه ده ک ړې‪ .‬د دې ن ه پ وره ش پږ س وه‬
‫کابلۍ جوړيږي‪ ،‬دا اوس واخله او نورې چې زما يو کار وکړې هاله‪.‬‬

‫سيدخان‪ :‬نه ياره‪ ،‬ته به اوس ووايې‪ ،‬چې ما د دې کلي نه وباسه‪ ،‬نو دا خو کېدی نشي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬دا درته څوک وايي سړيه‪ ،‬بس نور هېڅ مه کوه‪ ،‬زما دا چېټۍ يو سړي ته ورسوه‪.‬‬

‫سيدخان‪ :‬چاته؟‬

‫سليم‪ :‬اکبرخان ته‪.‬‬

‫سيدخان‪ :‬کوم اکبرخان ته؟‬

‫سليم‪ :‬هغه د صوبيدار ميجر ملک اسلم خان زوی نه دی؟ د بونگې د روپو مې هم پکې ليکلي دي‪ ،‬خو که نورکليم يا ب ل‬
‫چاته دې حال ښکاره کړ‪ ،‬نو بيا به هغه نورې روپۍ‪...‬‬

‫‪13‬‬
‫سيدخان‪ :‬مړه بې غمه اوسه‪ ،‬په خدای چې پرښتې هم رانه خبرې نشي‪ ،‬خو کسه‪ ،‬هغه نورې څلور سوه ب ه هم را ک وې‪،‬‬
‫هسې نه چې کار دې وشي او‪....‬‬

‫سليم‪ :‬بې غمه اوسه‪ ،‬د پښتون لوز کچه نه وي‪.‬‬

‫سيدخان‪ :‬ښه نو اودس مات کړه کنه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬وشوه‪ ،‬راځه‪ ،‬هم دغه مې اودس و‪.‬‬

‫دا يې وويل‪ ،‬يو ټوخی يې وکړ او حجرې ته ننووت‪ ،‬نورکليم او ياربادشاه لگيا وو‪ ،‬چلم يې څکوه‪.‬‬

‫نورکليم‪ :‬خان راغلې؟‬

‫سليم‪ :‬هو! راغلو‪ ،‬خو شپه ډېره يخه ده‪.‬‬

‫نورکليم‪ :‬بړستن واغونده کنه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬خير ده‪ ،‬يخنۍ سره به گورو‪ ،‬خو يار بادشاه! ته دې خپله قصه شروع کړه‪.‬‬

‫سيدخان‪ :‬ويړکيه يار بادشاه صبر وکړه‪ ،‬چې زه چلم وڅکوم او ښه په بړستن کې ځان ونغاړم‪ ،‬نو ايله ب ه بيا س تا قص ه‬
‫اورېدی شم‪.‬‬

‫يار بادشاه‪ :‬هو کنه! د وخاته پرېواته باچا يې‪.‬‬

‫سيدخان زر زر چلم وڅکولو‪ ،‬کټ ته وخوت‪ ،‬د س ليم پ ه روپ و يې پ ه زړه کې رنگارن گ باغون ه ج وړول‪ ،‬دوه درې‬
‫طنزيه ټوخي يې وکړل او د ځان سره يې ووي ل‪ ،‬خ و پ ه ل وړ آواز‪ ،‬اوس پرېوځ ه پ ه ق رار د س يدخان ص ورته‪ ،‬جنتون ه دې‬
‫نصيب شه يار باچا به دې اوده کړي‪ .‬نورکليم او سليم بې اختياره وخندل او يار بادشاه ته قهر ورغی‪ ،‬په دی پ ه کټ کې نيغ‬
‫کيناست‪ ،‬يار بادشاه‪ :‬هو کنه! يار باچا به دې اوده کړي‪ ،‬د شاه جهان باچا زوی دی‪ ،‬دا هغ ه خ بره ش وه‪ ،‬چې چ ا ک ور ت ه ن ه‬
‫پرېښود‪ ،‬هغه ويل‪ ،‬چې آس مې د باچا کره وتړئ‪ .‬زه د سره قصه وايم نه‪ ،‬سيدخان بيا دوه درې طنزي ه ټ وخي وک ړل او س ر‬
‫يې په بړستن کې ننوېست‪ ،‬نورکليم او سليم د خندا نه شنه وو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬يار بادشاه! تا قصه مونږ ته کوله‪ ،‬که سيدخان ته؟ مسلمانه! س يدخان پ ه څ ه پوه ېږي؟ اوس ب ه وي ده ش وی وي‪،‬‬
‫وايه وايه‪.‬‬

‫يار بادشاه‪ :‬نه! بيا يې سيدخانی اوري‪.‬‬

‫ن ورکليم‪ :‬د قص ه م ارو ت ل ترتل ه هم دغس ې خ وی وي‪ ،‬چې ل ږه بهان ه يې ج وړه ش ي‪ ،‬ن و بيا جگجگۍ او خوش امندې‬
‫غواړي‪ ،‬سړيه د سيدخان په ځای دې زه زنه نيسم‪ ،‬وايه قصه دې‪.‬‬

‫سيدخان‪ :‬يار باچا وشوه‪ ،‬بد مې وکړل سړيه! خو پويه نه شوم‪ ،‬نو اوس‪...‬‬

‫ياره بادشاه‪ :‬نه! سمه توبه به وباسې‪.‬‬

‫سيدخان‪ :‬سمه توبه سمه توبه‪ ،‬وشوه؟‬

‫ياره بادشاه‪ :‬نه داسې نه‪ ،‬هغه د وړکيو توبه‪.‬‬

‫سيدخان‪ :‬ای ښه ورځه‪ ،‬توبه توبه‪ ،‬د سپي دغه مې خوړلي په توبره ‪ ...‬سليم او نورکليم بيا بړق وهل‪.‬‬
‫‪14‬‬
‫ياره بادشاه‪ :‬دا نه منم‪ ،‬سم سم به وايې‪ ،‬د سپي دغه څه وي؟‬

‫سيدخان‪ :‬ښه سړيه توبه‪ ،‬د سپي ُغل مې خوړلي په توبره‪ ،‬بس؟ دمه دې وشوه؟‬

‫يار بادشاه بيا قصه شروع کړه‪ ،‬يو ساعت پس يې غږ وکړ‪ ،‬سيدخانيه ويده خ و ب ه ن ه يې؟ س يدخان ځ واب ورن ه ک ړ‪ ،‬د‬
‫هغوی خيال و‪ ،‬چې ويده شو‪ ،‬خو هغه جامو کې څه‪ ،‬چې په کټ کې هم نه ځايېده‪.‬‬

‫ياره پادشاه‪ :‬وکسه کنه خان! سيدخان دې بيا په لنډي مرگ مړ شو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬بې ښځې سړی دی‪ ،‬چې مړ شو‪ ،‬ډېر ښه شو‪ ،‬خو ته دې خپله قصه کوه‪ ،‬يار بادشاه بيا په قصه گوتې پ ورې ک ړې‬
‫او چې تر څو يې خالصه کړې نه وه‪ ،‬سليم ورته ويښ و‪ ،‬خو ساعت پس يې په فک ر فک ر کې س ترگې خ وږې ش وې او پ ه‬
‫ستړي خوب ويده شو‪ .‬چا رښتيا ويلي دي‪ ،‬چې خوب د دار د پاسه هم راځي؛ هر څو که نن سليم پ ه ي و س خت ذه ني تکليف‬
‫کې مبتال و‪ ،‬خو د خوب نشې د دنيا د ټولو غمونو نه د يو ځوگېنټو لپاره آزاد کړ‪ .‬ن ورکليم س اعت پ ه س اعت اړخ ب دالوه‪،‬‬
‫کوښښ يې کاوه‪ ،‬چې خوب ورنشي‪ ،‬کله کله به يې يار بادشاه هم وخوځوه‪ ،‬خو يار بادشاه به يوارږمی وکړ او پ ه بل ه ډډه ب ه‬
‫واوړېد‪ .‬نورکليم پوه شو‪ ،‬چې ملگري ټول ويده دي او د نننۍ شپې شوگيره درپغ اړه ده‪ ،‬پاڅې د‪ ،‬چلم يې راواخيس ت‪ ،‬ډک يې‬
‫کړ‪ ،‬ويې څکوه او خپل کټ سره نزدې يې ودروه‪ ،‬کله ناست کله مالست‪ ،‬خو آخر ت ر کوم ه‪ ،‬د ځ وانۍ وين ه‪ ،‬د پس رلي نش ه‬
‫کوونکی وخت‪ ،‬هيڅ له ځانه خبر ن ه ش و او پ ه خ واږه خ وب وي ده ش و‪ .‬س ليم د مال پ ه اذان راويښ ش و‪ ،‬پاڅې د‪ ،‬د حج رې‬
‫دروازه يې بېرته کړه‪ ،‬يوه په تياره لړلې تته رڼا حجرې ته راننوته‪ ،‬چې د سيدخان کټ يې وکته‪ ،‬تش پروت و‪ ،‬پوه شو‪ ،‬چې‬
‫سيدخان په اکبرخان پسې تللی دی‪ ،‬په زړه يې د اطمين ان ب اد ولگې ده او چې جوم ات ت ه ورغی‪ ،‬عظيم خ ان ک وزه پ ه الس‬
‫والړ و‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬اودس به ماتوې؟‬

‫سليم‪ :‬نه!‬

‫عظيم خان‪ :‬نو واخله دا کوزه‪.‬‬

‫سليم کوزه واخيسته‪ ،‬اودس يې وکړ‪ ،‬چې ساعت تېرېده‪ ،‬د کلي سړي يو يو جومات ته راتلل‪ ،‬نمونځ ختم شو‪ ،‬س ليم به ر‬
‫ت ه راووت‪ ،‬چې حج رې ت ه راغی‪ ،‬عزيزخ ان چ ای ايښ ې وې‪ ،‬پ ه قب اېيلو کې اک ثر چ ای وخت ه څښ ل ک ېږي‪ ،‬چې س ليم‬
‫کښېناست‪ ،‬عزيزخان ورته پياله ډکه کړه او نورکليم ورته په تالي کې يوه لويه پراټه کېښوده‪ .‬سليم‪ :‬زما زړه ته نه کېږي‪،‬‬
‫واخلئ تاسو يې وخورئ‪.‬‬

‫نورکليم د څه ويل و اراده ک ړې وه‪ ،‬چې پ ه دې کې حج رې ت ه س يدخان رانن ووت‪ ،‬س ليم د تپ وس نظ ر پ رې واچ اوه‪ ،‬د‬
‫سيدخان تندي نه معلومېدل‪ ،‬چې د سليم کار يې ترسره کړی دی‪ ،‬د سليم په زړه کې د اميد ډيوه بله شوه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬اې ورځه‪ ،‬زما د برخې پراټه دې سيدخان وخوري‪ ،‬بېگا راسره بولو ته وتلی و‪.‬‬

‫يار بادشاه‪ :‬دا خوله او پراټه؟ چېرته غوشايي دې وخوري‪.‬‬

‫سيدخان‪ :‬رښتيا وايي‪ ،‬دا پراټه هم د يار باچا لپاره ښه ده‪ ،‬بېگا غريب ټوله شپه غوشايي خوړلي دي‪ .‬خ بره څ ه وه‪ ،‬چې‬
‫ټولو بړک وهل‪ ،‬د خندا نه د سليم په حلق کې چای ونښته او په ټوخي يې گ وتې پ ورې ک ړې‪ ،‬پ ه ج امو يې د چ ايو څ اڅکي‬
‫پرېوتل‪ ،‬نورکليم د نغري په غاړه گېډه په دواړو السو ونيوه او يار بادشاه چې کچه شو‪ ،‬نو بې واره يې پراټه اوچت ه ک ړه او‬
‫ځان ته بېل ورته کښېناست‪ .‬عظيم خان هم په دې وخت کې راغلی و‪ ،‬هغه هم د نورو س ره څ ه داړچينگي غون دې وک ړل‬
‫او بيا يې تپوس وکړ‪ ،‬ويړکيو څله خاندو؟ خير خو دی؟‬

‫‪15‬‬
‫سليم‪ :‬هسې بېگا مو په يار بادشاه قصه کړې وه‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬ښه نو ځک ه ورت ه س يدخان وويلې‪ ،‬چې ټول ه ش په يې غوش ايي خ وړلي دي‪ ،‬ي اره پ وره دوړه يې ورپ ورې‬
‫وويشته‪ ،‬سيدخان ډېر بد دی‪ .‬د يار بادشاه خوله د پراټې په مړۍ ډکه وه‪ ،‬په زور يې مړۍ ونغړده او سر يې پورته کړ‪...‬‬

‫يار بادشاه‪ :‬هو! ډېر بد دی‪ ،‬که خدای ته بد شي‪.‬‬

‫سليم مسکی شو‪ ،‬خو د نورکليم ورته فکر شو‪.‬‬

‫نورکليم‪ :‬پوهو‪ ،‬دا خو يې سمټه پراټه له ستوني تېره کړه‪ ،‬بس کړه خوار شې‪ ،‬ځان ته خو به ټوله نه خورې‪.‬‬

‫سيد خان‪ :‬يار! خان دې خدای ژوندی لري‪ ،‬د ده له برکته مونږ هم دا دوه ورځې څه وخوړل‪.‬‬

‫يار بادشاه‪ :‬گنې خشکۍ په مخه اخيستی و او په نن سبا کې د مني د خراړې په څېر سرکاوته کېدونکی و‪.‬‬

‫سيدخان‪ :‬وشوه‪ ،‬مښوکه دې بنده کړه گوره ‪...‬‬

‫نورکليم‪ :‬ويړکو‪ ،‬چې څوک يې سره خالص نه کړئ‪ ،‬شابسې گورم به مو‪.‬‬

‫ياره بادشاه‪ :‬مړه څله يې راباندې د مرۍ نه نيسې‪.‬‬

‫سيدخان‪ :‬ويړکيه خبرې به د خولې ښې وي‪ ،‬السونه د پراټې سره ښه ښکاري‪ .‬په دې خبره بيا ټولو وخندل‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬سليمه! که هغه چېټۍ ليکې‪ ،‬چې زه پيښور ته يو سړی تيار کړم‪.‬‬

‫سيدخان په ځير ځير سليم ته وکتل‪ ،‬سليم د سيدخان په مطلب پوه و‪ ،‬هغه هډو د سيدخان سره سترگې برابرې نه کړې‪.‬‬

‫سليم‪ :‬په دواړو سترگو‪ ،‬قلم دوات به زما په بکس کې وي‪ ،‬را ويې غواړه‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬عزيزخانه! منډه کړه‪ ،‬قلم دوات راوړه‪.‬‬

‫عزيزخان‪ :‬قلم او ‪ ...‬هغه بل دې څه ياد کړو‪ ،‬دادا؟‬

‫عظيم خان‪ :‬قلم‪ ،‬مشواڼۍ‪.‬‬

‫عزيزخان‪ :‬دغسې وايه کنه‪ ،‬زه دووت څه پېژنم‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬ځه ورشه‪ ،‬د سليم خور ته ووايه‪ ،‬هغې ته معلوم دي‪ ،‬واخله دا کنجي‪.‬‬

‫عزيزخان کنجۍ ته الس ورتېر کړ‪ ،‬سليم هم د خپل صندوق کنجۍ ته وکتل‪ ،‬د هغه په زړه بيا د خفگ ان طوف ان راغی‪،‬‬
‫فکر يې کاوه‪ ،‬چې عظيم خان به څه په غصه د گلرخ نه د صندوقونو کنجيانې غوښتې وي‪ ،‬هغه وخت به د گلرخ په زړه څ ه‬
‫تېرېدل‪ .‬عزيزخان خو کنجي واخيسته‪ ،‬کور ته روان شو‪ ،‬خو د سليم په زړه کې د غمون و ي وه اوږده سلس له روان ه ش وه‪ .‬د‬
‫دې نه پس چې په حجره کې څومره خبرې اترې شوې دي‪ ،‬سليم نه دي اورې دلي‪ .‬نن يې عظيم خ ان ت ه بې اختياره قه ر هم‬
‫راته‪ ،‬خو د هغه مثال د يو دروېز يا فقير و‪ ،‬چې غصه ورشي‪ ،‬په خپل ځ ان يې س ړوي‪ .‬عزيزخ ان راغی او س ليم ت ه يې قلم‬
‫مشوانۍ په سټول کېښودل‪ ،‬يو ستړی اسوېلی يې وکړ‪ ،‬قلم يې واخيست‪ ،‬خو چې د سرنامې ليکل يې شروع کړل‪ ،‬سترگې يې‬
‫ډکې شوې‪ ،‬د پالر يادونه يې په زړه راوورېدل‪ ،‬اوښکې يې په سترگو سترگو کې وڅښلې او په خط يې گ وتې پ ورې ک ړې‪.‬‬
‫سليم ال خط نه وه پوره کړی‪ ،‬چې حجرې ته يو سپين ږيری راننووت‪.‬‬

‫‪16‬‬
‫سپين ږيری‪ :‬السالم عليکم!‬

‫عظيم خان‪ :‬وعليکم السالم‪ ،‬شېراحمده ستړی مشې‪ ،‬ويړکيو ټوپک تې ونيس ئ‪ ،‬ل ه ش ېراحمد س ره دوه مالت ړلي ځلمي‬
‫نور هم وو‪ ،‬سليم د کاغذ نه قلم پورته کړ او هغوی ته متوجه شو‪ ،‬سيدخان سليم ته د مطلب په نظر وکتل او بهر ته ووت‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬نورکليمه! منډې کړه‪ ،‬چای پخې کړه‪.‬‬

‫شېراحمد‪ :‬بس خوار مشې‪ ،‬د چايو وخت تير دی‪ ،‬يوه ټوټه کار مې و درسره‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬خير دی؟‬

‫شېراحمد‪ :‬خير دی! دا يې وويل او سليم ته يې الندې باندې وکتل‪ ،‬سليم په حقيقت پوه شوی و‪ ،‬خپله توجه يې بيا خط ت ه‬
‫وگرځوله‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬بيا هم؟‬

‫شېراحمد‪ :‬زه اکبرخان رالېږلی يم‪.‬‬

‫د دې وينا اورېدو سره د وېرې او خوشحالۍ گډو جذباتو د سليم زړه په درزا کړ‪ ،‬خو سر يې د کاغذ نه پورته نه کړ‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬د څه لپاره يې رالېږلی يې؟‬

‫شېراحمد‪ ،‬سليم ته په گوته اشاره وکړه‪.‬‬

‫شېراحمد‪ :‬د دغه ويړکي په حق کې‪ .‬د عظيم خان په بريتونو کې حرکت پيدا شو‪ ،‬يوه وروځه يې د بلې نه اوچته شوه‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬د دغه ويړکي په حق کې ؟ مطلب يې څه دی؟‬

‫شېراحمد‪ :‬مطلب؟ مطلب دا دی کنه! چې دا ويړکی خو تا ولجه کړی کنه؟‬

‫عظيم خان‪ :‬هو! ما ولجه کړی دی‪ ،‬خو په دې کې د اکبرخان څه کار دی؟‬

‫شېراحمد‪ :‬دا د اکبرخان دوست دی او زمونږ د ټولې کوکې ((کوکي خېل)) مېلمه ‪ ...‬عظيم خ ان پ ه قهرې دلو س ترگو‬
‫سليم ته وکتل‪ ،‬د هغه يقين وشو‪ ،‬چې هر شان چې وو‪ ،‬سليم اکبرخان ته په خبر ورکولو کې کامياب شوی دی‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬اېما د دې ويړکي س ره ش ل کال ه ت ېر ش وي دي‪ ،‬د اک بر خ ان نام ه يې هم ن ه ده اخيس تې‪ ،‬نن يې اکبرخ ان‬
‫څرنگه اشنا شو؟ او دا ويړکی د ټولې کوکې مېلمه څرنگ شو؟‬

‫شېراحمد‪ :‬عظيم خانه! اورېدلي ب ه دې وي‪ ،‬چې غ ر پ ه غ ره ن ه ورځي‪ ،‬خ و س ړی پ ه س ړي ورځي‪ ،‬اکبرخ ان او دا‬
‫ويړکی د سبق ملگري او د وړوکوالي اشنايان دي‪ ،‬که ستا په مخکې دغه ويړکی کله اکبرخان نه وي ياد کړی‪ ،‬ن و دا خ و ن ه‬
‫ده‪ ،‬چې گوندې اشنايان نه شول او د ټولې کوکې مېلمه ځکه دی‪ ،‬چې وطن ته مو راغلی دی او پښتانه خپل دښمن هم په خپل‬
‫کور کې نه وژني‪ ،‬ولجه خو لويه خبره ده‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬ښه نو اوس ته وايې څه؟‬

‫شېراحمد‪ :‬زه درت ه دا وايم‪ ،‬چې دا وي ړکی‪ ،‬س ره د خپلې خ ور او ټ ول س امان اکبرخ ان غوښ تي دي‪ .‬عظيم خ ان ي وه‬
‫مکروهه غوندې خندا وکړه‪.‬‬

‫‪17‬‬
‫عظيم خان‪ :‬شېراحمده! خوب خو به نه وينې؟‬

‫شېراحمد‪ :‬عظيم خانه! سمې خ برې ک وه‪ ،‬د ټ ول اپري دي پ وزه دې ل ږه پ رې ک ړه‪ ،‬چې اوس پ ه ک وکې خې ل کې هم‬
‫بائيالت جوړوې‪ ،‬داسې ولجې څوک نشي کولی‪ ،‬هر سړی يار اشنا لري‪ ،‬خو خلک سترگې غړوي‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬پروېزۍ خپل سل سوري نه ويني او د کوزې دوه سوري ويني‪ .‬شېراحمده! اېما په کار کې دې ک ار نش ته‪،‬‬
‫خپل غونډوری رغړوه او اکبرخان ته ووايه‪ ،‬چې که پرې خفه يې‪ ،‬نو لس زره روپۍ بونگه يې ته راکړه‪.‬‬

‫شېراحمد‪ :‬عظيم خان دوی ((مونږ)) سره عزيران يو او عزيز نوم د خدای دی‪ ،‬زور مټې درته نه وايو‪ ،‬خواست ک وو‪،‬‬
‫دا ويړکی راکړه‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬دا نشي کېدی‪.‬‬

‫شېراحمد‪ :‬ښه فکر وکړه‪ ،‬عظيم خانه!‬

‫عظيم خان‪ :‬يو ځل خو مې درته وويل‪ ،‬که اکبرخان پرې خفه وي‪ ،‬نو بونگا دې راوړي‪.‬‬

‫شېراحمد‪ :‬ښه نو ته اوس دومره سړی شوې‪ ،‬چې د خپل عزيز نه بونگا غواړې؟ ډېره ښه شوه‪ ،‬مبارک دې شه‪ ،‬بيا ک ه‬
‫مونږ د خپل سړي پوښتنه کوله‪ ،‬د بونگې سره به راشو‪ .‬دا يې وويل او په غصه کې د کټ نه پورته شو‪ ،‬ټوپک يې واخيس ته‬
‫او په غصه يې سالم واچوه‪ ،‬عظيم خان ښکته کتل‪ ،‬په بې پروايۍ يې ورته په مخه ښه وويل او شېراحمد‪ ،‬سره د خپلو زلم و‬
‫ملگرو د حجرې نه ووت‪ ،‬په حجره کې داسې چپه چپيا شوه‪ ،‬چې د سترگو ځمب هم د اورېدو وړ ښکارېده‪ ،‬د داسې ح االتو‬
‫نه پيدا شوې چوپيا د قيامت شور لري او اوس چې د سليم په هکله په عظيم خان‪ ،‬د دې کوم رد عم ل کيدونکی و‪ ،‬هغ ه س ليم‬
‫محسوس کړی و او د هغه د مقابلې لپاره يې خپل حواس را جمع کړي وو‪ .‬عظيم خان يو ساعت پس سر راپورته ک ړ‪ ،‬د هغ ه‬
‫د سترگو نه سپرغۍ تويېدې‪ ،‬سليم ته يې مخ را ستون کړ‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬سليمه! دا خو ووايه‪ ،‬چې د چا په خوله دې اکبرخان ته خبر ورکړی دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زما خبر ته څه ضرورت و‪ ،‬ما خو پټ کار نه دی کړی‪ ،‬په سپينه ورځ دې د ټول ولس په مخکې ولجه ک ړی يم‪،‬‬
‫نمر په گوته پټېدای شي؟‬

‫عظيم خان‪ :‬نورکليمه! منډه کړه‪ ،‬حسن خان ت ه ورش ه او ورت ه وواي ه‪ ،‬چې م ونږ ت ه د لس و ټوپک و غم وک ړي‪ .‬وکس ه‪،‬‬
‫شېرخان ته هم ووايه‪ ،‬چې يو کس راولېږي‪ ،‬تاسو هم تيار اوسئ‪ ،‬چي اکبرخان مو پ ه گ ړۍ راوان وړي‪ ،‬هس ې هم زورور‬
‫دی‪.‬‬

‫نورکليم‪ :‬زه به الړشم‪ ،‬خو دادا څه تاله خو نه ده‪ ،‬اکبرخان گولۍ نه غوڅوي څه؟ د کوټو ښگارو نه خو به نه وي جوړ‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬خير هرڅه چې وي‪ ،‬خو د ه ر ک ار بندوبس ت مخکې ن ه پ ه ک ار وي‪ ،‬پ ه جن گ کې اس پان ((آس ونه)) ن ه‬
‫څربېږي‪ ،‬عزيزخانه! ته سليم بوځه او د بوسو په کوټه کې يې وساته‪.‬‬

‫سليم‪ :‬د بوسو په کوټه کې ؟ دا ولې؟‬

‫عظيم خان‪ :‬د دغه فايده به دا وي‪ ،‬چې دويم ځلې به چاته خبر نه شې ورکولی او اېما د الس نه به هم درته امن وي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ډېره ښه ده عظيم خانه‪ ،‬چې څه وس دې وي‪ ،‬هغه وکړه‪ ،‬زه يې زغملو ته تيار يم‪.‬‬

‫دا يې وويل او هغه نيمگړی خط يې ټوټې ټوټې کړ او د عظيم خان په مخکې يې گوزار کړ‪.‬‬

‫‪18‬‬
‫عظيم خان‪ :‬د دې مطلب؟‬

‫سليم‪ :‬دا چې زه اوس پالر ته د روپو لپاره تکليف نه ورکوم‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬خدای په راستۍ چې زه دې روپۍ د پوټکي ((پوستکي)) نه هم جوړې کړم‪.‬‬

‫سليم‪ :‬خير! هغه ستا خو ښه او دا زما خوښه وه‪ ،‬څه چې دې له وسه کېږي‪ ،‬حېله مه کوه‪.‬‬

‫عظيم خان‪ :‬عزيزخانه! يو کار بل وکړه‪ ،‬مور ته دې ووايه‪ ،‬چې د سليم په خور پۍ او غوړي بن د ک ړي او پ ه س ليم خ و‬
‫خور‪...‬‬

‫عزيزخان‪ :‬ډېره ښه ده‪ ،‬مخکې شه سليمه!‬

‫سليم روان شو او لږ ساعت پس عزيزخان يوې تنگې بد بوی دارې کوټې ته ور ننوېست‪ ،‬کوټه نيم ه د بوس و ن ه ډک ه وه‬
‫او يو شلېدلی کټ په کې پروت و‪ ،‬عزيزخان ورپسې دروازه پورې ک ړه او قل ف يې ورواچ وه‪ .‬س ليم د دې ن وې تنگس ې د‬
‫مقابلې لپاره طبيعت ته د حوصلې جوهر ورکول شروع کړل‪ ،‬په کوټه کې ماشو اتڼ اچولی و او ځنو ځنو ماشو به د سليم پ ه‬
‫غوږ کې د تنازعه للبقا د سندرې يوه کړۍ وويله او بلې ډډې ته به يې هڅه وکړه‪ .‬د دې زېم جنې کوټې د ورږو لپاره د س ليم‬
‫راتگ د اختر نه کم نه و ‪ ...‬د سترگو په رپ کې يې په سليم بلندره جوړه کړه‪ ،‬ولې څومره چې د تکليف احس اس زياتې ده‪،‬‬
‫هومره د سليم د زغم قوت غځيده‪ ،‬هغه د انساني طبيعت په فلسفه پوه و او هغه په شعر کې دا خيال څرگن د ک ړی هم و‪ ،‬چې‬
‫فطرتاً‪ ،‬سړی نه نرم دی او نه سخت‪.‬‬

‫هر سړی د خپل ماحول سره اشنا شي‬

‫د فطرت له لوري نرم دی نه سخت‬

‫دغه وجه وه‪ ،‬چې نوې تنگسه به که هر څو سخته وه‪ ،‬خو هغه به خپل زړه ته په دې تسلي ورکول ه‪ ،‬چې ل ږ س اعت پس‬
‫به طبيعت ورسره اشنا شي‪ ،‬د هغه په خيال کې د کامياب ژوند جوړولو راز همدغه و‪.‬‬

‫سليم تر ډېره وخته د خپلو پارېدلو جذباتو او احساساتو د ناڅاپي طوفان‪ ،‬اعتدال ته دې راوستو په کوش ش کې و‪ ،‬ان ت ر‬
‫دې چې د مازديگر د بانگ تت غږ يې تر غوږه شو‪ .‬په دومره وخت کې يې سترگې هم د تيارې س ره اموخت ه ش وې وې او‬
‫هغه چې يو خوا بل خوا ته وکتل‪ ،‬نو کټ سره نزدې يې د اوبو يو منگوټی‪ ،‬د خاورو کوزه او يو کنډول پراته وليدل‪ ،‬خدايزده‬
‫چې عظيم خان د مخکې نه دا انتظام کړی و‪ ،‬که عزيزخان او نورکليم د سليم سره د بوس و ک وټې ت ه راوړي وو او پ ه هغې‬
‫پرېشانۍ کې سليم نه وو ليدلي‪ .‬د کوټې لهاړي زاړه او لوگو وهلي وو او پ ه کنج کې ي وه زړه غون دې يې وه والړه وه‪ ،‬چې‬
‫دپاسه پرې په مېوږي کې غاښور راځوړند و‪.‬‬

‫د نماښام د نمونځ نه پس دروازه بېرته شوه او عزيزخان دننه راغی‪ ،‬په يو الس کې يې ډي وه او پ ه ب ل کې يې ش کور‬
‫وو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬خيرخو به وي‪ ،‬بهر څه خبرې اترې دي‪.‬‬

‫عزيزخان‪ :‬خبر به شې‪.‬‬

‫سليم‪ :‬آخر څه خو ووايه‪.‬‬

‫عزيزخان‪ :‬خپله مړۍ دې وخوره‪ ،‬ستا د نورو خبرو سره څه کار‪ ،‬ورچنې چې څه وي‪ ،‬هغه به وي‪.‬‬

‫‪19‬‬
‫د عزيزخان لهجه دومره ستغه وه‪ ،‬چې سليم ورسره نورې خبرې مناسب ونه گڼلې‪ ،‬سر يې ښ کته ک ړ او چې ش کور ت ه‬
‫يې وکتل‪ ،‬سوکړک په کې پروت و‪ ،‬يو ساعت يې سوکړک ته کتل او هيڅ حرکت يې ونه کړ‪.‬‬

‫عزيزخان‪ :‬شکور ته ولې گورې؟ خو پياڅه ((سوکړک)) ده کنه‪ .‬عظيم خان دادا ويل‪ ،‬چې س ليم ل ه اص له ک وچی دی او‬
‫همدغه يې خوراک دی‪ ،‬ايله يې نن سبا په دنيا کې نغن ((ډوډۍ)) نصيب شوی دی‪ .‬سليم د غصې لمبه په زړه ت ېره ک ړه‪ ،‬د‬
‫غصې او بې وسۍ گډ تاثرات يې په مخ ښکاره شول‪.‬‬

‫سليم‪ :‬هغه رښتيا ويلي دي‪.‬‬

‫عزيزخان‪ :‬زه به درته ماسخوتن ماسخوتن ته راشم‪ ،‬که ورچنې دې د وتو نيت و‪ ،‬نو ‪ ...‬گورو به‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ډېره ښه ده‪.‬‬

‫د عزيزخان له وتو نه پس په خپله د سليم نظر ش کور ت ه ورټيټ ش و‪ ،‬د هغ ه ط بيعت د س وکړک خ وراک ت ه غ اړه ن ه‬
‫کېښوده‪ ،‬خو سليم د داسې حاالتو په رو گودر پوه و‪ ،‬خپل زړه ته يې وويل‪ ،‬چې په هر حال کې د خدای شکر په کار دی‪ ،‬د‬
‫صبر پانگه هم په داسې موقعو په کارېږي او بيا يې يو ټوک س وکړک رام ات ک ړ او پ ه خ وراک يې ش روع وک ړه‪ .‬هغ ه ت ه‬
‫معلومه وه‪ ،‬چې هم دغه طبيعت چې اوس د سوکړک نه تښتي‪ ،‬د س ختې ول ږې پ ه وخت ب ه يې ي و ل وی نعمت گ ڼي‪ ،‬ع ادت‬
‫ماتول که هر څو سخت وي‪ ،‬خو چې د مرگ ژوند سوال پيدا شي‪ ،‬نو عادت څ ه چې فط رت هم د موق ع د ن زاکت د احس اس‬
‫کولو په وجه د مرکزي خيال سره ملگری شي‪ ،‬چې د مړۍ تېرول به ورته سخت شول‪ ،‬نو د اوبو گ وټ ب ه يې واخيس ت‪ .‬د‬
‫هغه په خيال کې دا ټول حوادث د انسانيت د تکميل مختلفې کړۍ وې‪ ،‬تر څو چې انسانيت په هر څيز غالب نه ش ي او د ه ر‬
‫څيز لپاره په طبيعت کې ځای پيدا نه کړي او بيا د دې سره سره‪ ،‬د خپلو حواسو نظام هم قايم ونه ساتي‪ ،‬تر هغې د حيوانيت‬
‫د تيارو نه د انسانيت رڼا ته نشي رسېدی‪ ،‬کام ل انس ان هغ ه دی‪ ،‬چې ټ ول واردات پ ه خپ ل ځ ان کې فن ا ک ړي‪ ،‬دا ن ه چې‬
‫واردات يې په مخه واخلي او د خپل انسانيت پانگه هم ترې ورکه کړي ‪ ...‬سليم هم په دې فکر کې و‪ ،‬د يو څو مړيو ن ه پس‬
‫يې شکور د کټ د الن دې ايښ ی و‪ ،‬چې به ر ډزې او چيغې س ورې ج وړې ش وې‪ ،‬پ ه اول کې خ و ډزې کمې وې‪ ،‬خ و چې‬
‫څومره وخت تېرېده‪ ،‬په ډزو او چيغو سورو کې زياتی کېده او بيا خو داسې ح ال ش و‪ ،‬لک ه د بټ نينې‪ ،‬ي وه گېنټ ه هم دا‬
‫حال و‪ ،‬بيا ورو ورو لږې کمې شوې او بيا بالکل بندې شوې‪ ،‬شور او ځوږ ورک شو او کامله يوه گېنټه چپه چوپيا وه‪ .‬اخ ر‬
‫تېر ماسخوتن سليم د چا د راتگ ښکالو واورېده‪ ،‬چې غوږ يې ونيو‪ ،‬ښکالو د يو نه‪ ،‬بلکه د ډېرو کسانو د راتگ وه‪ ،‬هغ وی‬
‫ورو ورو په خپلو کې خبرې هم کولې‪ ،‬خو سليم د هغوی په مطلب نه پوهېده‪ ،‬ځکه چې پ وره پ وره يې ن ه ش وې اورې دی‪،‬‬
‫خو د خبرو رد داسې و‪ ،‬چې وېره په کې نه معلومېده‪ ،‬هغه ته خپل وجدان وويل‪ ،‬چې دا خلک څه په ب د نيت دې خوات ه ن ه‬
‫دي را روان‪ ،‬دا خياالت د سترگو په رپ کې پيدا شول او تېر شول‪ .‬د کوټې پ ه قل ف کې کنجۍ ت اوه ش وه‪ ،‬دروازه بېرت ه‬
‫شوه او يو خوږ غږ د سليم د زړه په فضا کې د خوشحالۍ گنگوس ې پيدا ک ړې‪(( .‬س ليمه! گران ه وروره)) او د دې س ره ي و‬
‫دستي الټين په دروازه کې اوچت کړل شو‪ ،‬سليم چې ورته وکتل‪ ،‬اکبرخان ورته غ ېږ پرانس تې والړ و‪ ،‬ور دو يې ک ړل او‬
‫دواړه دوستان تر غاړه شول‪.‬‬

‫درېيم باب‬
‫(په تيراه کې )‬
‫‪20‬‬
‫چې تنگسه تېره شي او د حواسو لښکر وسله کېږدي‪ ،‬نو د طبيعت نه بار لرې شي‪ ،‬د مدافعت غم پاتې نه شي‪ ،‬طبيعت‬
‫ته آرام ورسي او بيا ورو ورو خپل پخواني حالت ته روان شي‪ .‬په داسې حال کې زړه دومره نرم شي‪ ،‬چې خامخا ژړا کول‬
‫غواړي او بيا چې يو خواخوږی دوست هم ورسره تر غاړې وي‪ ،‬غريو يې د زلزلې صورت اختيار کړي‪ ،‬دغه ح ال د س ليم‬
‫هم و‪ ،‬د هغه سترگو ته يو څوگرمې گرمې بې قراره اوښکې راورسيدې‪ ،‬سر يې د اکبرخان په ټټر ځوړند شو‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬سليمه! خوږه وروره نه! او دومره کمزوري؟‬

‫سليم‪ :‬اکبرخانه‪ ،‬گرانه وروره! دا زما په ژوند کې يوه نوې او ډېره ترخه تجربه وه‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬په داسې حال کې هم خپلې فلسفيانه خبرې نه پريږدې‪.‬‬

‫او د دې سره يې وخندل‪ ،‬راځه خوږه وروره! اوس ته آزاد يې‪ ...‬بالکل آزاد‪.‬‬

‫سليم‪ :‬دا ډزې څنگه وې؟ څوک خو به ‪...‬‬

‫اکبرخان‪ :‬نه نه! خدای خير کړ‪ ،‬عظيم خان راسره صلح وکړه او ته يې د څه شرط نه بغير پرېښودې‪ ،‬اوس راځه‪ ،‬خ ور‬
‫به دې په کوڅه کې انتظار کوي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬د هغې څه حال دی؟ افسوس‪ ،‬ما د هغې لپاره هيڅ نه شول کولی‪ ،‬ښه ده ‪ ...‬ځئ چې ځو ‪ ...‬خ و ‪ ...‬عظيم خ ان څ ه‬
‫شو؟‬

‫نورکليم‪ :‬هغه د ماليانو سره په حجره کې ناست دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ماليان د څه لپاره راغلي دي؟‬

‫اکبرخان‪ :‬هغوی زمونږ او عظيم خان په مينځ کې خير وغوښت‪ ،‬څه ماليان دي او څه سيدان‪.‬‬

‫سليم‪ :‬الحمدهلل‪ ،‬چې پښتون د خپل فطري جوهر نه خالي ک ېږي ن ه‪ ،‬تراوس ه د خپل و مش رانو ادب ک وي‪ ،‬ځئ چې ځ و‪،‬‬
‫سليم او اکبرخان روان شول‪ ،‬نورکليم ورته وړاندې شو او شېراحمد‪ ،‬سره د دوو درېو مينځگړيو ورپس ې روان ش و‪ ،‬چي د‬
‫حجرې کوڅې ته راورسېدل‪ ،‬گلرخ يې د عظيم خان له مور سره والړه وليده‪ ،‬باري قچر او آس ونه هم ټ ول والړ وو‪ ،‬گل رخ‬
‫چې سليم وليد‪ ،‬ور دو يې کړل او د خواږه ورور په ټټر يې سر کېښود‪ ،‬بې اختياره يې اوښکې روانې شوې او داس ې غرې و‬
‫ور هم‬ ‫ان م‬ ‫وه وتی‪ .‬د عظيم خ‬ ‫هش‬ ‫بره هم ن‬ ‫ه يې خ‬ ‫ولې ن‬ ‫ونيوه‪ ،‬چې د خ‬
‫بې اختياره په ژړا شوه‪ ،‬د هغې له گلرخ سره ډېره مينه وه‪ ،‬ځکه چې هغه پخوا دوه ځل له عظيم خان سره د محمد امين خان‬
‫کلي ته تلې وه او د هغه شرافت او سخاوت يې په زړه کې ځای نيولی و‪ ،‬هم دغ ه وج ه وه‪ ،‬چې ک وم وخت عظيم خ ان س ليم‬
‫ولجه کړ‪ ،‬نو هغې يې مخالفت کړی و او په دې خبره يې عظيم خان ډېر مالمته کړی و او په همدې وجه عظيم خ ان ب ده ب ده‬
‫وهلې وه‪ .‬نورکليم په خپله هم د دې ولجې ډېر مخالف و‪ ،‬خو پښتانه کشران ډې ر کم د مش رانو مخ الفت ک وي‪ ،‬هغ وی د مش ر‬
‫حکم د ک اڼي کرښ ه گ ڼي‪ ،‬پ ه الس کې يې الټين و او پ ه رڼ ا کې يې پ ه مخ د خوش حالۍ ت اثرات ښ کارېدل‪ .‬ي و د ب ړوان‬
‫صاحبزاده صاحب چې د دې صلحې باني مياني و‪ ،‬مخ امخ تس پې پ ه الس والړ و‪ .‬دا خان دان د حس ني س يدانو دی‪ ،‬د هغ وی‬
‫شرافت‪ ،‬سخاوت او مېلمه دوس تي مش هوره ده‪ ،‬د اورک زو ن ه دلت ه راپېښ ش وی و‪ ،‬چې خ ور‪ ،‬ورور يې دواړه ت ر غ اړه‬
‫وليدل‪ ،‬په کړه وړه‪ .‬کې يې د خوشحالۍ رڼا ښکاره شوه‪ .‬سليم د گلرخ سر راپورته کړ‪ ،‬د هغې نقاب يې اوچت ک ړ او د هغې‬
‫ښکلی تندی يې ښکل کړ‪ ،‬د الټين رڼا د گلرخ له مخ نه تاو راتاو شوه او د هغې په اننگو پورې نښ تې او ښ کې د س توريو پ ه‬
‫څېر و برېښېدې‪ .‬دا داسې وخت و‪ ،‬چې ټولو خلکو خور او ورور ته کتل‪ .‬د اکبرخان نظر هم د گلرخ پ ه مخ پرې ووت او د‬
‫کتو سره يې محسوس کړل‪ ،‬چې د هغه زړه د څه داسې څيز تقاضا شروع کړه‪ ،‬چې د هغه دپاره څه ن وې غون دې وه‪ .‬داس ې‬
‫معلومېدل‪ ،‬چې د هغه د ژوند په کتاب کې يو نوی باب شروع کېدونکی دی‪ ،‬د هغه ځوانۍ يو ن وی اړخ ب دل ک ړ‪ ،‬ج ذبات‬
‫يې سندريز شول‪ ،‬د گلرخ ساده ښايست او برېښېدونکو اوښکو د هغه پ ه زړه کې د ي و ن وي طوف ان تخليق ونښ لوه‪ ،‬هغ ه‬
‫‪21‬‬
‫پوره پوره د خپل دې نوي احساس اندازه ن ه ش وه ک ولی‪ ،‬خ و خپ ل نظ ر يې د گل رخ د وېښ تو پ ه ي و ښ کلي ل ړ کې ځوړن د‬
‫محسوس کړ‪ ،‬کوم چې د هغې په اننگي رازنگېده‪ .‬سليم گلرخ ته تسلي ورکوله او اکبرخ ان دې ن وو پيدا ش وو ت اثراتو ت ه د‬
‫بهر وتو الره کوله‪ ،‬چې مينځگړيو قيديان روان کړل‪ ،‬اکبرخان ته يې غ ږ وک ړ او اکبرخ ان پ ه دوه گام ه کې ل ه س ليم س ره‬
‫ملگری شو‪ .‬گلرخ د عظيم خان له مور نه رخصت شوه‪ ،‬د بړوان صاحبزاده په اس سوره کړه‪ ،‬د سليم اس هم ور پس ې روان‬
‫شو‪ .‬هغوی د عظيم خان د کلي نه راووتل‪ ،‬خو د عظيم خان سره يې ليدل ونه شول‪ ،‬بهر چې سليم يو خوا ب ل خ وا وکت ل‪ ،‬ن و‬
‫هرې پولې او سربوټي ته يې اپريدي ځلمي ټوپک په الس وليدل‪ ،‬د خواوشا عالقه د اکبرخان د سړو نه ډکه وه‪ .‬د څوارلس مې‬
‫سپوږمۍ ال د اسمان مينځ ته نه وه رسېدلې او د هغې پلوشې د سليم او اکبرخان په مخ نېغې پرېوتې‪ .‬گل رخ ب ه کل ه کل ه پ ه‬
‫دواړو دوستانو نظر واچوه او بيا به يې سرښکته کړ‪ .‬لږ ساعت پس دا ټول خلک د اکبرخان گړۍ ته ورس ېدل‪ .‬هلت ه ت رې د‬
‫بړوان صاحبزاده د ډېرو دعاگانو سره رخصت شو‪ ،‬د کلي خلک مخې ته راوتلي وو او د اکبرخ ان او س ليم ن ه گېرچ اپېره‬
‫مالتړلي سړي هم د مچو مېږو په شان ورسره وو‪ .‬د قيديانو په راخالصولو يې د ډېرې خوشحالۍ نه باړونه وچل ول‪ ،‬پ ه بې‬
‫واره ډزو او د خوشحالۍ په رنگارنگ چيغو س ورو هس ې ي و قيامت ج وړ ش و‪ .‬گل رخ ش ېراحمد ک ور ت ه بوتل ه او س ليم د‬
‫اکبرخان سره په حجره ورننووت‪ .‬په حجره کې د پښو ايښودو ځای نه و‪ .‬پسونه حالل شول او د کلي مس تو زلم و پ ه مجلس‬
‫گوتې پورې کړې‪ .‬سليم د دې نه پخوا هم تيراه واال سندره اورېدلې وه‪ ،‬خو دا ځل يې پرې دومره اثر وکړ‪ ،‬چې اندازه يې نه‬
‫وه‪ ،‬ځکه چې هغه تيراه واال سندره په تيراه کې نه وه اورېدلې‪ ،‬نن يې ايله په خپ ل مق ام واورې ده‪ .‬بيا د ت يراه والې ط رز‬
‫دومره خوږ او د سوز نه ډک و‪ ،‬چې په دردمنو زړونو مرهم او په خوشحالو زړونو داغون ه ږدي‪ .‬د س ليم پ ه زړه درد ت ېر‬
‫شوی و‪ ،‬تيراه والې پرې مرهم کېښود‪ ،‬چې د جذباتو وار تېر شو‪ ،‬د ادب او سخن مذاق سر راپورته کړ‪ ،‬په دې وخت کې‬
‫اپريدي ربابي دا لنډۍ ويله‪.‬‬

‫يو ځلې بيا په دې الر راشه‬

‫په پخوانو پلونو دې پرېوتل گردونه‬

‫سليم بې اختياره داد ورکړ او مخ يې اکبرخان ته وگرځاوه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬اکبرخانه! تا دا لنډۍ واورېده‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬هو! وامې ورېده‪ ،‬خو زما خيال دی‪ ،‬چې تا ړومبی ځل واورېده‪.‬‬

‫سليم‪ :‬هو کنه! ځکه خو يې دومره خوند پيدا کړ‪ ،‬ډېره ښه لنډۍ ده‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ما خو به درته پخوا هم ويل‪ ،‬چې د پښتو شاعرۍ روح په لنډيو ټپو کې دی‪ ،‬خو ته دوم ره فن ا فی الغ زل وې‪،‬‬
‫چې زما خبره دې نه منله‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زه اوس هم فنا فی الغزل يم او دا مصرع مې چې خوښ ه ش وه‪ ،‬ن و هم پ ه دې چې د تغ زل ن ه ډک ه ده‪ ،‬واه واه څ ه‬
‫مصرع ده!!‬

‫اکبرخان‪ :‬په دې لنډۍ کې دې کوم تغزل ومونده؟ چېرته لنډۍ او چېرته غزل!!‬

‫سليم‪ :‬د غزل يو خاص رنگ دی‪ ،‬هغه په هر ډول شعرونو کې ځای موندلی شي‪ ،‬په رباعي‪ ،‬لوب ه‪ ،‬نيمکۍ‪ ،‬بدل ه او ټپ ه‬
‫په هر څيز کې ‪ ،‬په دې لنډۍ کې هم شته‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬په دې لنډۍ کې دې کوم څيز خوښ شو؟‬

‫سليم‪ :‬په دې کې يو اوږد خيال په لږو الفاضو کې بند شوی دی‪ ،‬خيال ورته وک ړه‪ ،‬د ي و کس محب وب پ ه دې الر ت ېر‬
‫شوی دی‪ ،‬د هغه د قدم نښانې جوړې شوې دي‪ ،‬مئين هغو ته گ وري او د بېلتان ه غم پ رې غلط وي‪ ،‬څ ه م وده پس پ ه هغ و‬

‫‪22‬‬
‫نښانو گردونه پرېوتل شروع شي او هغه نښانې ورو ورو په تتېدو شي‪ ،‬د مېين سره وېره پيدا ش ي‪ ،‬چې ک ه همداس ې ح ال‬
‫وي او محبوب مې بيا پېښه ونه کړه‪ ،‬نو د هغه د قدم دا نښانې به زما د ارمانونو قبرونه شي‪ ،‬بې اختياره وايي‪ ،‬چې‪:‬‬

‫يو ځله بيا په دې الر راشه‬

‫په پخوانو پلونو دې پرېوتل گردونه‬

‫خيال وکړه‪ ،‬څومره اوږد خيال يې په يوه ټپه کې بند کړی دی‪ ،‬هغه په کوزه کې درياب بندول همدې ته وايي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬خير! دا خبرې به بيا کوو‪ ،‬خو دا ووايه‪ ،‬چې ته تيراه ته راتلې‪ ،‬نو ماته دې ايله خبر هم ونه کړ‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زما خيال دا و‪ ،‬چې د عظيم خان سره يوه شپه وکړم‪ ،‬نو خبر به درکوم‪ ،‬خو ډېر اميد مې نه و‪ ،‬چې ته به د پيښ ور‬
‫د بې خوده او رنگين پسرلي نه‪ ،‬د تيراه دې واورين پسرلي ته راغلی يې‪ ،‬خو د يوې شپې نه پس هغه ظالم عظيم خ ان مات ه‬
‫د دې خبرې موقع را نه کړه‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬عظيم خان ډېر بد کړي دي او د دې کار ورله داسې سزا پکار وه‪ ،‬چې ت ر عم ره پ ه ت يراه کې د خلک و ي اد‬
‫وي‪ ،‬خو افسوس دی‪ ،‬چې سيدانو او ماليانو ورته پرېنښودم‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زما په خيال خو همداسې ښه وشوه‪ ،‬د قتل او وينو تويولو نه په هر حال کې روغه ښه وي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬روغه ښه وي‪ ،‬خو د هغ ه س ره چې د روغې پ ه اهميت پ وه وي‪ ،‬د عظيم خ ان غون دې ډنگ ر(څ اروي) س ره‬
‫کوتک ښايي‪ ،‬هغه دومره خر دماغه سړی دی‪ ،‬چې په دنيا کې يې هيچاته نيت په خير ن ه دی او نن زم ا خيال و‪ ،‬چې پ وره‬
‫پوره فيصله يې وکړم خو‪...‬‬

‫سليم‪ :‬بيا هم ستا عزيز دی او زمونږ يې ډېر خدمت کړی دی‪ ،‬اکبرخانه زه درته رښتيا وايم‪ ،‬چې زما اوس هم ورته قهر‬
‫نه راځي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬دا ستا کمزوري ده‪ ،‬دومره د نرم زړه څښتن په دنيا کې د امن او عزت ژوند نه شي تېرولی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬بې شکه د حد نه زياته نرمي خو نقصان ده‪ ،‬خو زما دا نرمي د نامردۍ او بزدلۍ له کبل ه م ه گڼ ه‪ ،‬بلک ه دا د هغ ه‬
‫محبت اثر دی‪ ،‬کوم چې زما د نومې پښتون سره دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬يعنې ته ډېر لوی قام پرست يې‪ .‬سليم وخندل او د اکبرخان په سترگو کې يې سترگې واچولې‪.‬‬

‫سليم‪ :‬هو! ته خو بالکل نه يې کنه؟‬

‫اکبرخان‪ :‬زه خو اوس د خاکسارو ساالر يم‪ ،‬خبر يې که نه؟‬

‫سليم‪ :‬ښه! دا يې ال بله‪ ،‬د دې نه دې اوس خبر کړم‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬مطلب دا دی سليمه‪ ،‬چې زه اکثر په پيښور ښار کې يم او هلته د پارټيو زور دی‪ ،‬سړی خامخ ا ي و ط رف ت ه‬
‫کيږي‪ ،‬ماته د عالمه مشرقي دا تحريک ښه ښکاره شو‪ ،‬زه خو به رايه درکړم‪ ،‬چې ته هم پ ه دې کې ش امل ش ې‪ ،‬بالک ل ي و‬
‫اسالمي عسکري تحريک دی او مسلمانانو ته خپل پخوانی اسالمي دور وريادوي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ستا په خيال کې کانگرس څرنگه جماعت (ګوند) دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ډېر منظم او طاقتور‪.‬‬

‫‪23‬‬
‫سليم‪ :‬نو بيا په هغه کې سړی ولې شامل نه شي‪ ،‬چې د خاکسار تحريک نه پخوانی هم دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬په کانگرس کې د مسلمان لپاره هيڅ خير نشته‪ ،‬هغ ه د هن د اک ثريت ټ ولی دی او خ الص د هن دوانو حف اظت‬
‫کوي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ولې په هغه کې د هندوستان جمعيت العلم اء‪ ،‬د دي و بن د علم اء او مولين ا آزاد ص احب ام ام الهن د غون دې هس تۍ‬
‫شاملې نه دي؟ چې زما او ستا نه ډېر ښه مسلمانان او د مسلمانانو په مفاد پوه دي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬په اول کې چې کانگرس جوړ شوی و‪ ،‬نو د هندوستان ه ر ي و ق ام ت ه پ ه هغ ه کې د آزادۍ او مس اوات رڼ ا‬
‫ښکارېده‪ ،‬قيدي ته چې د آزادۍ کوم سبب په الس ورشي‪ ،‬هغه دې ته خيال نه کوي‪ ،‬چې ايا دا سبب خو به ما په دوهم قيد کې‬
‫نه مبتال کوي؟ خو بس عمل پرې کوي او ځان خالصول غنيمت گڼي‪ .‬د هندوستان مسلمان اول هم د دې جذبې د اثر الندې په‬
‫کانگرس کې شامل شوی و‪ ،‬خو چې څه موده پس يې عقل سرته راغی‪ ،‬نو پ وه ش و‪ ،‬چې ک ه د انگرې ز د غالمۍ ن ه خالص‬
‫شي‪ ،‬د هندو اکثريت په جال کې به گير شي‪ ،‬د هغه لپاره په دواړو صورتو نو کې غالمي ده‪ ،‬په دې وجه د کانگرس نه جدا‬
‫شو‪ ،‬پاتې شو‪ ،‬مولينا آزاد او نور د علما‌ؤو جمعيتونه‪ ،‬نو د هغوی په حقله به دا درت ه ووايم‪ ،‬چې څ ه خ و هغ وی پ ه خپ ل بې‬
‫ځايه ضد تنگ شوي دي او څه د کانگرس سرو سپينو د هغوی د ضمير سترگې برېښولي دي او بيا دا چې ل وی ل وی خل ک‬
‫دي‪ ،‬چې هغوی يوځل دا وويل‪ ،‬چې قام پرست او حقيقي نماېنده جماعت کانگرس او صرف کانگرس دی‪ ،‬نو اوس خو په دې‬
‫وينا د خپل جهالت ثبوت نه شي پيش کولی‪ ،‬چې کانگرس حقيقي قامي جماعت نه دی‪ ،‬څرنگ ه؟ ‪ ...‬س ليم ال څ ه ځ واب ن ه وه‬
‫ورکړی‪ ،‬چې غوښه وريته شوه او ورسره ډوډۍ هم راغله‪.‬‬

‫سليم‪ :‬اکبرخانه! ډوډۍ خو مونږ خوړلې ده او اوس شپه هم د نيمې نه تېره ده‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬سليمه! مونږ د فتح او بري په موقع ضرور پسونه حاللوو‪ ،‬زمونږ خلک چې خپ ل دښ من م ړ ک ړي‪ ،‬ن و هم د‬
‫راواپس کېدو سره پسه حاللوي‪ ،‬دا ستا مېلمستيا نه ده‪ ،‬زمونږ د بري خوشحالي ده‪.‬‬

‫سليم‪ :‬نو ته هم د نورو په شان په د غو چپو کې بهېږې‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬د قام سره ناکام دی‪ ،‬سليمه! دا څه دومره بد رس م ن ه دی‪ ،‬د ي و بې گن اه پ ه قت ل‪ ،‬ک ه م ونږ پ ه خوش حالۍ کې‬
‫پسونه حالل کړو‪ ،‬خو بد سهي‪ ،‬ولې په دغه موقع چې ته مو د يو ولجې نه را خالص کړی يې‪ ،‬پسونه حاللول بد کار خ و ن ه‬
‫شي کيدای‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زه خو دا نه وايم چې هر رسم د هر اړخ نه بد وي‪ ،‬خو دومره اسراف ته هم خيال پکار دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬خير! اوس به غوښه وخورو‪ ،‬دواړو دوستانو په خوراک گوتې پورې کړې‪ ،‬سليم ي وه م ړۍ ت ېره ک ړه‪ ،‬اوب ه‬
‫يې وڅښلې او سر يې را پورته کړ‪.‬‬

‫سليم‪ :‬د گلرخ خبر هم اخيستل په کار دي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬بې غمه اوسه‪ ،‬مور مې کور کې ده‪ ،‬خ و ک ه ص فيه پ ه پېښ ور کې ن ه وای‪ ،‬ن و د گل رخ وخت ب ه ډې ر ښ ه‬
‫تېرېده‪.‬‬

‫سليم‪ :‬صفيه څوک ده؟‬

‫اکبرخان‪ :‬زما خور‪ ،‬تر ميټرکه تعليم يې هم شته‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ستاوالد صاحب‪ ،‬د جينکو د انگريزي تعليم نه خالف نه دی؟‬

‫‪24‬‬
‫اکبرخان‪ :‬مخالف ولې نه دی‪ ،‬خو دا هر څه ما کړي دي او اوس پښېمان يم‪.‬‬

‫سليم‪ :‬اوس ولې پښېمان يې‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ځگه هغه وخت زه د مغربي تهذيب څپو اخيستی وم‪ ،‬خو عالمه مشرقي زما سترگې پرانستې‪.‬‬

‫سليم‪ :‬څرنگه؟‬

‫اکبرخان‪ :‬ستا به ياد وي‪ ،‬چې کوم وخت مونږ په اسالميه کالج کې وو‪ ،‬نو هغه وخت عالمه صاحب په خپله د انگريزۍ‬
‫فېشن دلداده وه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زما دا خبره په زړه کې وه‪ ،‬هغوی به د کوټ او پتلون استعمال کاوه او د ښځو د پردې هم څه دومره قايل نه و‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬اوس وگوره‪ ،‬هغوی به په مغربي تهذيب کې نقصان ليدلی وي‪ ،‬ځکه خو يې پرېښوده‪.‬‬

‫سليم‪ :‬د دې نه معلومېږي‪ ،‬چې ستا خپل اصول هېڅ نشته‪ ،‬د عالمه صاحب په اشاره روان يې‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ترڅو چې د امير اطاعت ونه کړل شي‪ ،‬د ملت د يووالي او اتفاق مقصد نه حاصليږي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬دا خبره درسته ده‪ ،‬خو عالمه صاحب يو تاسو ام ير منلی دی‪ ،‬د ټول و مس لمانانو خ و دا خيال ن ه دی‪ ،‬ځک ه چې د‬
‫کانگرسي مسلمانانو امام مولينا ابوالکالم آزاد دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬نه وروره! مولينا آزاد نه؛ بلکې گاندهي جي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬گاندهي خو بيا هم هندو دی او چېرته چې د مذهب سوال راشي‪ ،‬نو ي و کانگرس ي مس لمان اب والکالم آزاد د خپل و‬
‫اصولو د ثابتولو او د دې کار د جواز لپاره پېش کولی شي‪ ،‬جميعت العلماء هن د ي ا د ديوبن د د علم اء جمعيت درت ه وړان دې‬
‫کولی شي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬سليمه! زه حيران يم‪ ،‬چې آخر ستا خپل اصول څه دي؟‬

‫سليم‪ :‬په داسې ماحول کې چې مسلمانان د ‪ ۷۳‬فرقو نه هم وړاندې تېر شوي دي‪ ،‬ک ه زه خپ ل ج دا اص ول درت ه بيان‬
‫کړم‪ ،‬نو دا به په ملت کې د يوې نوې فرقې پيدا کول و تک ل وي‪ ،‬هوس ۍ پ ه خپل ه ل ږه گړن دۍ ده‪ ،‬چې ال گ ونگرو هم ورت ه‬
‫واچوو‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬نورو اصولو ته څه حاجت دی‪ ،‬دا به بس وي‪ ،‬چې ته خاکسار شې‪ ،‬څه حرج شته؟‬

‫سليم‪ :‬که ماته ستا په شان يو کانگرسي دوست ووايي‪ ،‬چې که ته په کانگرس کې شامل شې‪ ،‬نو څه حرج ش ته؟ ن و زم ا‬
‫ځواب به څه وي؟‬

‫اکبرخان‪ :‬هغه به غلط ووايي‪ ،‬په کانگرس کې د مسلمان څه فايده؟‬

‫سليم‪ :‬که مسلم ليگ ووايي؟‬

‫اکبرخان‪ :‬هغه به هم غلط ووايي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬خير احرار واخله‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬هغه هم درست نه وايي‪ ،‬احرار د کانگرس د تصوير دوهم ارخ دی‪.‬‬

‫‪25‬‬
‫سليم‪ :‬نو بس رښتيني يوازې تاسو خاکساران يئ‪ ،‬نور ټول په بلو بلو سر دي او د دې سره سليم په خندا شو‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬شابسې اشنا! ته خو د ټولو وکيل شوې‪.‬‬

‫سليم‪ :‬که ماسره اوس يو کانگرسي يا احرار خبرې کولی او هغه په خاکسار تحريک اعتراض کړی وی‪ ،‬هغه ت ه ب ه مې‬
‫هم دغه ځواب ورکړی و‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬سليمه‪ ،‬خوږ وروره! چې چېرته هغه د ښاپېرک کانه درباندې ونه شي‪ ،‬چې مرغ انو ب ه پ ه جن گ کې گټ ه‬
‫وکړه‪ ،‬نو ويل به يې چې زه مارغه يم‪ ،‬واخلئ وگورئ‪ ،‬دا مې وزرې او چې ځناورو به بری وکړ‪ ،‬نو نارې به يې کړې‪ ،‬چې‬
‫زه ځناور يم‪ ،‬که يقين مو نه کيږي‪ ،‬نو راشئ وگورئ‪ ،‬دا مې غاښونه او دا مې سينه کې شيدې‪.‬‬

‫سليم‪ :‬او چې کوم وخت د مرغانو او د ډنگرو صلحه وشوه‪ ،‬نو ښاپېرک يو ټولي هم په ځان کې نه پرېښوده‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬هو!‬

‫سليم‪ :‬دا خو به هله رښتيا و‪ ،‬چې ما خو د يوې ډلې سره د ملگرتيا اتفاق ظاهر ک ړی وای‪ ،‬چې زم ا د ي و س ره هم اتف اق‬
‫نشته‪ ،‬نو د ښاپېرک مثال به په ما ولې رښتينی کېږي‪ ،‬هو! دومره وايم‪ ،‬چې په دې پرو جنبو زم ونږ پښ تونخوا ت ه نقص ان‬
‫رسېدلی دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬څرنگه؟‬

‫سليم‪ :‬پښتانه په دې ډلو کې شامل شوي دي او د هندوستان د آزادۍ فکر د خپل کور د تعم ير ن ه غافل ه ک ړي دي ‪ ...‬پ ه‬
‫دې کې شېراحمد غږ وکړ‪ ،‬ويړکو دعا وکړئ‪ ،‬چې خدای خير کړي او د ملک خيرات قبول ک ړي او س ليم خ ان دې خ دای‬
‫هر کله راولي‪ ....‬دې غږ د اکبرخ ان او د س ليم د بحث سلس له غوڅ ه ک ړه‪ ،‬ټول و الس اوچت ک ړل‪ ،‬دع ا يې وک ړه‪ .‬س ليم او‬
‫اکبرخان هم په خبرو خبرو کې ډېره غوښه خوړلې وه‪ ،‬کوم خلک چې د لرې کل و ن ه راغلي وو‪ ،‬هغ وی رخص ت ش ول او‬
‫څوک چې د نزدې کلو او بيا د اکبرخ ان د خپ ل کلي وو‪ ،‬هغ وی څ ه الړل او څ ه پ اتې ش ول‪ .‬ي و س اعت پس قه وه راغل ه‪،‬‬
‫اکبرخان سليم ته پياله ډکه کړه او ويې ويل‪ ،‬ترخې خو به نه غواړې؟‬

‫سليم‪ :‬نه زه ترخې نه خوښوم‪ ،‬ابا مې ترخې ډېرې څښي‪ ،‬خو اکبرخانه! هغه به مونږ ته منتظر وي‪ ،‬د تگ انتظام په کار‬
‫دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬نن شپه خو ستا په شپه حساب نه ده‪ ،‬د عظيم خان نه مو په زور راوستلی يې او د دې سره په خندا شول‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ما سره زيات خيال د گلرخ دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬سحر وختي به دې ورولم‪ ،‬تسال ورکړه‪ ،‬آخر تا د تيراه څه وليدل؟‬

‫سليم‪ :‬بس د عظيم خان کلی مې وليد‪ ،‬دا مې بس دی‪ ،‬اکبرخان په کټ کټ وخندل‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬اوس د اکبرخان کلی هم وگوره‪ ،‬د تصوير دواړه اړخونه کتل په کار دي‪.‬‬

‫شيراحمد‪ :‬وشوه‪ ،‬ملکه! شپه ډېره تېره ده‪ ،‬چې سليم خان ويده شي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬کټونه مو سم کړل؟‬

‫شيراحمد‪ :‬عجب خان سم کړي دي‪.‬‬

‫‪26‬‬
‫سليم‪ :‬ماته خو نن هډو خوب نه راځي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬چېرته د بوسو د کوټې هغه ليوني ما شي در سره نه وي راغلي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬هغه خو به نه وي راسره راغلي‪ ،‬خو خيال مې دی‪ ،‬چې يو څو وږو ورږو مې په بډه کې ډېرې نيولي دي‪.‬‬

‫اکبرخان وخندل‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬عظيم خان ته خو درنه څه فايده ونه رسېده‪ ،‬خو د هغه نه د هغه د کوټې ورږې بختورې دي‪ ،‬د ه ر چ ا خپ ل‬
‫خپل قسمت دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ځه ښه شوه کنه‪ ،‬د تيراه د ورږو دپاره د غلجي وينه څه بده نه ده‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬بده خو نه ده نه ده‪ ،‬چې ال د تيراه ورږې به شاعرانې او فالسفرې هم شي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬او بيا به وين ه څښ لو او چ ک وهل و کې هم ش اعري ک وي‪ .‬اکبرخ ان د خن دا ن ه پ ه ش ا الړ‪ ،‬س ليم مس کی ش و او‬
‫شيراحمد په حيرانتيا د دواړو خبرې اوريدلې‪ ،‬د هغه لپاره په دغو خبرو کې هيڅ دلچس پي ن ه وه او ډې ر ح يران پ ه دې وو‪،‬‬
‫چې دا دواړه په دې خبرو خاندي ولې؟ اکبرخان په خندا خندا د سليم د څټ نه الس چاپېر کړل‪ ،‬د ځان سره يې روان ک ړ او‬
‫په يوه بستره يې څملوه‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬وغځېږه‪ ،‬چې اوس دواړه دوه په دوه خبرې وکړو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ډېره ښه ده‪ ،‬دا يم وغځېدم ‪ ...‬خو يره دا ورږې‪...‬‬

‫اکبرخان وخندل‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬که ډېر تنگ يې‪ ،‬نو جامې وکاږه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬الَ َحو ُل َوالَ قُ َوةَ اِالّ بِاهللِ‪ ،‬دا دې څه ناروا وويل؟ معلومېږي‪ ،‬چې تاسو د شپې جامې وکاږئ‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬زه خو د پيښور اموخته يم‪ ،‬دا کار نه کوم‪ ،‬خو اکثر عام قبايل خلک پ ه دې کې څ ه عيب ن ه گ ڼي‪ ،‬البت ه اوس‬
‫ورځ په ورځ دا رواج کمی مومي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زه حيران يم‪ ،‬چې که د شپې چېرته غل غدی يا دښمن راشي‪ ،‬نو لغړ بني آدم به لومړی د خپل ستر غم کوي‪ ،‬ک ه‬
‫د خپل سرمال او بيا په تيراه غوندې ملک کې ‪ ،‬چې يو سړی هم پکې بې دښمنۍ نه شته‪ ،‬که نه؟‬

‫اکبرخان‪ :‬په تيراه کې چې څوک دښمن نه لري‪ ،‬هغه دا خلک د هندو نه هم کم گڼي‪ ،‬ځکه چې د تيراه هن دوان هم پ ه‬
‫خپلو کې دښمنۍ لري‪ ،‬پاتې شو‪ ،‬د جامو ښکلو رواج‪ ،‬نو دا اوس په کمېدو دی‪ ،‬يو خو په دې وجه چې د تيراه ډېر خل ک‬
‫په پوځ کې پاتې شوي دي او اکثر د پېښور له اوسېدونکو سره اشنا شوي دي‪ .‬په تيراه کې په سوونو پنشنيان‪ ،‬س پايان او‬
‫افسران اوس د شب خوابۍ جامې اغوندي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬انگريزي تهذيب چېرته چېرته ورسېد!!‬

‫اکبرخان‪ :‬د شب خوابۍ لباس اچول څه بد کار خو نه دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زه هم ورته بد نه وايم او نه دا وايم‪ ،‬چې د يورپ د تهذيب هره خبره او هر کار ښه نه دی‪ ،‬زه خو دا وايم‪ ،‬چې ک ه‬
‫مونږ د مغربي يا انگريزي تهذيب نه څه اخلو‪ ،‬نو په غور او فکر دې اخلو‪ ،‬بيا په تېره هغه څيزونه چې مونږ څخه يې کمی‬

‫‪27‬‬
‫دی او مونږ ته يې په خپل ژوند کې فايده رسيدی شي‪ .‬زه وايم‪ ،‬چې که د شب خوابۍ لباس بد هم دی‪ ،‬نو دې خلکو به اختيار‬
‫کړی و‪ ،‬د بادار قام هر رواج محکومانو ته ښه ښکاري‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬د مغربي تهذيب سيالب اوس د سيند صورت اختيار کړی دی‪ ،‬که د چا خوښ وي که نه‪ ،‬خو په کې بهيږي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬د محتاج او غالم قام همدغه نښه ده‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬اوس د هندوستان خلک بيدار شوي دي او هغه ورځ لرې نه ده‪ ،‬چې آزاد به شي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ته ورته بيدار وايې او دا څه غلطه هم نه ده‪ ،‬خو زه وايم‪ ،‬چې ايله يې ارږمی کړی دی‪ ،‬د کاملې بيدارۍ ن ه اگ اهو‬
‫ورته يوه غځونه پاتې ده‪ .‬حاالت دي! کېدی شي چې د هغوی د آزادۍ گاډی زمونږ د اندازې نه اگاهو منزل ته ورسي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ستا هره خبره يو چيستان دی‪ ،‬په هېڅ راسره اتفاق نه کوې‪.‬‬

‫سليم‪ :‬دا يو اوږد بحث دی او اوس زه دا يم‪ ،‬ورږو په مخه اخيستی يم ‪ ...‬اکبرخان وخن دل او پ ه خن دا خن دا کې يې تيلی‬
‫په چلم ونيو‪ ،‬چلم يې راښکود او بيا يې يو ارغشی وکړ‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬د تيراه دا ولجې ورږې به دې تر ډېره وخته يادې وي‪ ،‬خو ته د هتدوستان آزادي په څه ممکنه نه گ ڼې‪ ،‬خ ير‬
‫خبره که اوږده وي‪ ،‬په لنډو الفاظو کې يې بيان کړه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬دا خو به ته منې‪ ،‬چې د دنيا د هر ملک اب و هوا او مځکه د يو بل نه مختلف وي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬يقيناً‪.‬‬

‫سليم‪ :‬او دا د اب و هوا کوم اثر چې د يو ملک په اوسېدونکو پرېوځي‪ ،‬هغه هم څه پټه خبره نه ده‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬بالکل رښتيا ده‪.‬‬

‫سليم‪ :‬او همدغه وجه ده‪ ،‬چې د هر ملک د اوسېدونکو کړه وړه‪ ،‬قد قامت‪ ،‬رن گ دړه او رس مونه ج دا ج دا وي‪ ،‬لک ه د‬
‫چين او جاپان خلک زېړ‪ ،‬د يورپ او امريکې اوسيدونکي سره سپين او د افريقې او هندوستان خلک تور دي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬دا خبرې ټولې رښتيا دي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬نو خوږه وروره! راشه چې مونږ د هندوستان د مځکې اب و هوا او تاثير ته خيال وکړو‪ ،‬چې پ ه اوس ېدونکو يې‬
‫څه رد عمل څرگند شوی دی‪ ،‬تا ت ه خ و معلوم ه ده‪ ،‬چې د هندوس تان ړومب ني اوس ېدونکي د آري او بې پن اه چپ او پ ه مخ ه‬
‫واخيستل او د هندوستان د اصلي اوسيدونکو دپاره يې په خپل قانون کې داسې دفعې داخلې کړې‪ ،‬چې د هغ وی حيثيت يې د‬
‫ډنگرو سره سم کړ‪ ،‬هغوی ته يې د اچهوت يا نا پاک خطاب ورکړ‪ ،‬لوڼه خو يندې ورکول راکول خو لويه خبره ده‪ ،‬چې خپلو‬
‫کويانو ته يې هم د هغوی بوکې نزدې کول بند کړل‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬زه اوس ايله ستا د تمهيد په مطلب پوه شوم‪ ،‬يره پوره بال يې! سليم په خندا شو او په کټ کې يې اړخ بدل کړ‪.‬‬

‫سليم‪ :‬څه پوه شوې‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ته دا ثابتول غواړې‪ ،‬چې د ارياو نه پس نور حمله کوونکي هندوستان ته راغلل او بيا نور‪ ،‬ان ت ر دې چې بيا‬
‫پښتانه او بيا ورپسې مغلو هندوس تان حاص ل ک ړ او د هغ و ن ه انگريزان و ت ه پ ه الس ورغی‪ .‬د دې ن ه معلوم ه ش وه‪ ،‬چې د‬
‫هندوستان خاوره د غالمۍ د جراثيمو نه ډکه ده‪ ،‬چې څوک ورته راشي ‪ ...‬سليم وخندل او نېغ په کټ کې کښېناست‪.‬‬

‫‪28‬‬
‫سليم‪ :‬زه ستا شکريه ادا کوم‪ ،‬چې زما مقصد دې پخپله بيان کړ او په دې هم خوشحال يم‪ ،‬چې زم ا تمهيد د مقص د آيين ه‬
‫ثابت شو‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬دا خبره هسې دغه ده ‪ ...‬هغه څه ورته وايي‪ ،‬د کوسله که دوړه‪ ،‬هېڅ حقيقت نه لري‪.‬‬

‫سليم‪ :‬تراوسه خو تاريخ زما د دې خيال ملگ ری دی‪ ،‬د راتل ونکې زم انې د واقع اتو علم خ دای س ره دی‪ ،‬خ و چې دغ و‬
‫حقايقو ته وکتل شي‪ ،‬د انگريزانو نه پس به هم‪ ،‬کوم يو بهرنی قام په هندوستان حکومت کوي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ستا د ذهن بوخڅکۍ هم د عمر و عيار ځمبېل دی‪ ،‬هره بال په کې پرته وي‪ ،‬رښتيا ده چې فلسفيان نيم پاگالن‬
‫وي‪.‬‬

‫سليم‪(( :‬ستا دا خبرې زما د نظريې تائيد کوي‪ ،‬چې څوک ال جوابه شي‪ ،‬نو دغه شان په اوت و بوت و گ وتې پ ورې ک ړي‪،‬‬
‫سليم د دې خبرې سره د طنز نه ډکه خندا وکړه او په اکبرخان يې يو شرير نظر وغورځوه‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬دا څه علمي خبره نه ده‪ ،‬چې ځواب يې ضروري وگڼل شي‪ ،‬خو ښه به دا وي‪ ،‬چې اوس ويده شو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ښه دې وويل‪ ،‬هسې به سترگې پټې کړو‪ ،‬که خوب رانه شي‪ ،‬نو هم څه نه څه آرام خو به وکړو‪ ،‬دواړه څمالس تل‪،‬‬
‫اکبرخان د الټين رڼا تته کړه او سر يې په بړستن کې ننوېست‪.‬‬

‫سحر د چايو په وخت‪ ،‬د اکبرخان مور حليمه د گلرخ سره په باالخانه کې ناسته وه‪ ،‬د تيراه باالخانې درې درې‪ ،‬څلور‬
‫څلور چته جوړې وي‪ ،‬د برج نه برج او په باالخانه باالخانه وي‪ ،‬په يوه وړه کړکۍ کې د پسرلي مسته هوا را ننوته او گلرخ‬
‫ښکته د يو لوړ دنگ شپون د ټوپک ډکولو تماشه کوله‪ ،‬د باالخانې د دوهم چت نه د غړکې د شاربلو غږ راته‪ ،‬حليمې په مين ه‬
‫مينه د گلرخ مخ ته کتل‪ ،‬د حليمې شاته يوه نيمزالې ښځه والړه وه‪ ،‬د اندازې نه خدمتگاره معلومېده‪ ،‬د سټول (م ېز) دپاس ه‬
‫په يو تالي کې پراټې او په دوهم کې تلېدلې هگۍ پرتې وې‪ .‬گلرخ به کله کله د خپلې پيالې ن ه ي و گ وټ وک ړ او بيا ب ه يې‬
‫نظر د تيراه د شنو غرونو په ننداره کې ورک شو‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬بچۍ! گلرخ بال دې واخلم‪ ،‬تا خو هېڅ ونه خوړل‪ ،‬پيال ه درت ه هغس ې ډک ه پرت ه ده‪ ،‬خف ه خ و ب ه ن ه يې؟ گل رخ‬
‫مسکۍ شوه او مخ يې حليمې ته واړوه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ترور بي بي ډېره مې وخوړه او زه په چايو دومره مينه هم نه کوم‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬که صفيه دلته وای‪ ،‬نو هغه دې همزولې وه‪ ،‬ستا به ورسره طبع لگيدلې وه‪ ،‬په مونږ اوس وخت ت ېر ش وی دی‪،‬‬
‫د چا خبره اوس راته د گور خوله وازه ده‪ ،‬د پېغلو طبع چرته د زړو سره لگي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬د هرې پيغلې په هکله دا خبره رښتيا نه ده‪ ،‬داسې پېغلې هم شته‪ ،‬چې هغوی خپل ډې ر وخت د خپلې زده ک ړې د‬
‫زياتولو دپاره د سپين سرو بيبيانو سره تېروي او د صفيې خور خو مې د پرون راهيسې دوم ره ص فت واورې د‪ ،‬چې د ليدو‬
‫مې ډېر زيات شوق پيدا شو‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬بچۍ! څه به درته وايم‪ ،‬خدای دې لري‪ ،‬ډېره ښه ويړکې ده‪ ،‬خو دا کار يې ښه نه دی‪ ،‬چې مونږ ته په خبره خبره‬
‫عقل ښايي‪ ،‬کله وايي‪ ،‬چې دا پياله لرې کړه‪ ،‬گل احمد جوټه کړې ده‪ ،‬دا اوبه وجوشوئ‪ ،‬چې دغه په کې مړه شي ‪ ...‬دغ ه ‪...‬‬
‫ته گوره چې ميرات مې د فکر نه ووت‪ ،‬گل اندامې څه نوم يې ورته اخيست؟‬

‫گل اندامه‪ ،‬هغه نيمزالې ښځه‪ ،‬کومه چې د اندازې نه خ دمتگاره معلومې ده او اوس گل رخ ت ه مخ امخ والړه وه‪ ،‬مس کۍ‬
‫شوه‪.‬‬

‫گل اندامه‪ :‬بي بي دغه ورته وايي‪ ،‬جراثيم‪.‬‬

‫‪29‬‬
‫حليمه‪ :‬ای بچی دې لوی شه‪ ،‬جراثيم جراثيم‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬جراثيم؟ او د دې سره په خندا شوه‪ ،‬مخ ته يې رومال ونيو‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬اَو بچۍ‪ ،‬جراثيم! وايي چې په دې اوبو کې چينجي وي‪ ،‬ته گوره بچۍ! که دا خبره رښتيا وي‪ ،‬نو مونږ خو به يو‬
‫هم ژوندي نه وو پاتې‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬هغې سبق ويلی دی‪ ،‬ځکه يې خياالت داسې دي‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬سبق يې ورک شه‪ ،‬څ ه س بق دی‪ ،‬خ و د ک افرانو س بق يې ويلی دی‪ ،‬کل ه کل ه د ورور س ره ټېم ټېم او گټ پټ‬
‫کوي‪ ،‬مونږ خو يې په ټکي هم نه پوهېږو‪ ،‬ښه کښلی مې قرآن مجيد پرې وايه‪ ،‬خو ورور مندرسې ته بوتله‪ ،‬قربان ستا د مخ‬
‫نه شم‪ ،‬چې نن سبايي دې هم سبق ووايه‪ ،‬څومره خوږ غږ دې وه‪ ،‬زما کور دې برکتي کړ‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬نو ترور بي بي ورځه ستا خبره خو صفيه نه مني‪ ،‬نو د پالر او ورور خبره هم نه مني؟‬

‫حليمه‪ :‬ای هی‪ ،‬چې پالر يا ورور ورته څه ووايي‪ ،‬داسې ورسره خوله په خوله شي‪ ،‬چې توبه! پروس کال ي و څ و زخ ه‬
‫خېل زمونږ مېلمانه شوي وو‪ ،‬ورسره يوه سپين سرې هم راغلې وه‪ ،‬يه لورې! چې صفيې د هغې پ ه زرلب و پ ورې خن دلي‬
‫دي‪ ،‬زمونږ پوزه يې پرې کړې ده‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ترور بي بي! زرلبې څه څيز دی؟‬

‫حليمه‪ :‬بچۍ تا خو به زخه خېلو ښځو ته نه وي کتلي‪ ،‬د پن ډيو ن ه يې ي وه پ ټۍ غون دې چ اپېر وي‪ ،‬چې د ص فيې پالر‬
‫صوبه دار و‪ ،‬نو هغه به هم چاپېروله‪ ،‬خو بچۍ زرلبي ډېر ښه شی دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬اوهو‪ ،‬ليدلي مې دي‪ ،‬عظيم خان کاکا مې ابا ته يو کال راوړې وې‪ ،‬ما نه يې له سره نوم هېر و‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬بس هم هغه او صفيه پخپله انگريزۍ جامې اغوندي‪ ،‬چې د اوږو نه يې ان تر پنډيو رسي‪ ،‬گ ل ان دامې څ ه ورت ه‬
‫وايي؟ ميرات يې کړې ‪...‬‬

‫گل اندامه‪ :‬ساړۍ‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬هو هو ساړۍ او بيا سمې دمې ښکلې تيله دارې څپلۍ پرېږدي‪ ،‬د لوړو لوړو پوندو بوټان په پښ و ک ړي‪ ،‬ت ه کس ه‬
‫زمونږ وطن ته! او د هغې دغو جامو ته چې ويې رټم‪ ،‬نو وايي‪ ،‬چې ادې دا د نن سبا دغه دی ‪ ...‬گ ل ان دامې د هغ ه م يرات‬
‫څه نامه ده؟‬

‫گل اندامه‪ :‬پيشن‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬هو‪ ،‬پيشن‪ ،‬گلرخ بې اختياره په خندا شوه او د خندا په وخت يې په اننگو يو گالبي رن گ وگرځې د‪ ،‬ن و پ ه خن دا‬
‫کې يې په خپله پنډۍ يوه ورږه ونيوه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ترور بي بي! ته ورته ښه وايې‪ ،‬څنگه تړه هغسې کربوړی‪ ،‬خو دا ورږه ډېره ظالمه غوندې وه‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬ودې نيوه؟‬

‫گلرخ‪ :‬هو‪ ،‬وخو مې نيوه‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬بچۍ په مېړه به گرانه يې‪ ،‬گلرخ اول په دې خبره حيرانه غوندې شوه‪ ،‬خو بيا مسکۍ شوه‪.‬‬

‫‪30‬‬
‫گلرخ‪ :‬دا څه خبره ده!‬

‫حليمه‪ :‬بچۍ! څوک چې ورږه نيوی شي‪ ،‬هغه ارومرو په خاوند گرانه وي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬دا هسې توهمات دي‪ ،‬کارونه خدای کوي‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬وئ بچۍ!! ته هم د صفيې خور شوې؟ يوه ورځ سحر وختي يو کارغه غږ وکړ‪ ،‬ما ويل‪ ،‬د ښو زيری وکړه‪.‬‬

‫دا وينا وه‪ ،‬چې صفيې خوله راواچوله‪ ،‬ويل يې‪ ،‬چې تاسو ناپوه يئ‪ ،‬کم عقل يې‪ ،‬او دغه يئ‪ ،))...‬گل اندامې هغه بل ه يې‬
‫څه بال غروله‪ ،‬ميراته مې هېره شوه‪.‬‬

‫گل اندامه‪ :‬جوهلون يا جاهالن‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬اې ته بچی دې لوی شه‪ ،‬جاهالن‪ ،‬ته فک ر وک ړه کن ه گل رخې بچۍ‪ ،‬وي ل يې چې تاس و ج اهالن يئ او بيا يې پ ه‬
‫انگريزۍ کې څه گټ پټ وکړل‪ ،‬ما ورته وويل‪ ،‬چې لورې که دا گټ پټ زيړې وي‪ ،‬ن و ت ه ب ه پخپل ه هغس ې يې‪ ،‬خ و هغې‬
‫وخندل او را غاړېوته‪ .‬ويل يې‪ ،‬چې مورې زيړې ((کنځلې)) نه دي‪ ،‬په انگريزۍ کې مې ي و مت ل وک ړ‪ ،‬دوی پ ه دې خ برو‬
‫کې وې‪ ،‬چې په النديني چت کې د اکبرخان خبرې واورېدل شوې‪ ،‬گلرخ سمه په کټ کښېناسته‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬سليمه راځه ‪ ...‬ادې وا ادې!‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬قربان بچيه‪ ،‬صبر وکړه‪ ،‬پاس مه راځه!‬

‫گلرخ‪ :‬خير دې ترور بي بي! راځي دې او بيا سليم او اکبرخان خو د سکه وروڼو نه هم زيات سره خواږه دي‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬راځئ بچيه! پاس راشئ‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬سليم به پاس درشي‪ ،‬زه ‪...‬‬

‫سليم‪ :‬نو ما چرته لېږې؟ زه خو گوښی نه ځم‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬گلرخ بچۍ وايي‪ ،‬چې دواړه دې راځي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬مخکې شه!‬

‫اکبرخان‪ :‬راځه! دواړه په پوړيو درېم چت ته وختل‪ ،‬سليم ورغی‪ ،‬د حليمې پښو ته ښ کته ش و‪ ،‬هغې راپورت ه ک ړ او پ ه‬
‫سر سترگو يې ښکل کړ‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬وی بچيه! قربان دې شم‪ ،‬بال دې واخلم‪ ،‬هر کله راشه! وی بچيه! ته خو بېخي د نورافضل په څ ېر يې‪ ،‬س ليم د‬
‫استفهام په نظر اکبرخان ته وکتل‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬نورافضل زما يو کشر ورور و‪ ،‬چې د لسو کالو په عمر کې مړ ش وی و‪ ،‬ادې مې رښ تيا وايي‪ ،‬ټ ول پ ه ک ړه‬
‫وړه کې تا ته تلی و‪ ،‬دوی پرې نورافضل نامه ايښې وه‪ ،‬خو ما به ورته سليم ويل‪.‬‬

‫سليم‪ :‬هو راته ياد شو‪ ،‬هغه د سکول په زمانه کې چې ‪...‬‬

‫اکبرخان‪ :‬هم هغه‪ ،‬سليم د همدردۍ په نظر حليمې ته وکتل‪ ،‬حليمې سليم د الس نه ونيو‪ ،‬د گلرخ سره يې برابر کېنوه او‬
‫پخپله يې مخ بلې ډډې ته واړوه‪ ،‬ځکه چې د نورافضل ياد يې سترگو ته اوښکې راوستې وې‪ .‬اکبرخان مخامخ په ي وه کرس ۍ‬
‫کښېناست‪ ،‬په دې وخت کې گلرخ څو څو ځل ه د اکبرخ ان پ ه مخ غلچکي نظرون ه غورځ ولي وو‪ ،‬هغې خ ولې ت ه روم ال‬
‫‪31‬‬
‫ت د رعب او د‬ ‫کاره وه‪ ،‬د ښايس‬ ‫ه مخ يې ښ‬ ‫ه پورت‬ ‫وزې ن‬ ‫نيولی و او د پ‬
‫مېلمه توب د احترام له کبله اکبرخان گلرخ ته نه شوه کتی‪ ،‬زړه يې په زوره زوره درزېده‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬ما ځواب درلېږلی و‪ ،‬چای د وخته تيارې وې‪ ،‬خو تاسو راويښېدئ نه نو‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ادې! بېگا ډېر زيات خوب راته‪ ،‬اوس به چای وڅښو‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬گل اندامې! ورشه‪ ،‬دواړو ورونو دپاره چای راوړه))‪ ،‬گل اندامه ښکته الړه او حليمې د خپلو خبرو سلسله جاري‬
‫وساتله‪(( ،‬نو بچيه سليمه! شکر دی‪ ،‬چې خدای زما د بچي س ره روغ ج وړ د عظيم خ ان ن ه راوس تې‪ ،‬اوس مې س تا د خ ور‬
‫سره د صفيې خبرې کولې‪ ،‬که هغه دلته وای‪ ،‬نو گلرخ بچۍ به ورسره خوشحاله وه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬هو ترور! ماته اکبرخان ويلي دي‪ ،‬چې په پېښور کې ده‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬ما دې خور ته ويل‪ ،‬چې صفيې د کافرانو سبق ويلی دی‪ .‬په دې خبره ټولو وخندل‪ ،‬اکبرخان په دې موقع د گل رخ‬
‫مخ ته وکتل‪ ،‬هغې هم ده ته کتل‪ ،‬د دواړو س ترگې مخ امخ ش وې او د ه ر ي و پ ه س ترگو کې د ب ل دپ اره ن وی پيغ ام او څ ه‬
‫پارېدلي غوندې تاثرات وو‪ .‬اکبرخان محسوس کړل‪ ،‬چې د گلرخ هغو کږو کږو بڼو‪ ،‬چې د مستۍ نه يې اسمان ته کتل‪ ،‬د هغه‬
‫زړه سم سم وويشت‪ ،‬په يوه لمحه کې د هغې لويو معصومو سترگو د پاکې مينې يو ښکلی عنوان څرگند کړ‪ .‬د هغې په تن دي‬
‫يوه داسې رڼا وگرځېده‪ ،‬چې د اکبرخان په زړه کې څه نوې غوندې روښنايي پيدا شوه‪ .‬سر يې د زنگون په خوا کې ښ کته‬
‫کړ او د وېښتو يو ښکلي لړ يې د پلو نه سر راوويست او د هغې د اننگي بال يې واخيسته‪.‬‬

‫سليم‪ :‬دا ټول د اکبرخان قصور دی‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬هو کنه بچيه! خو ستا په خور کې هم د صفيې ځينې ځينې خوبونه شته‪.‬‬

‫سليم‪ :‬رښتيا؟! هغه کوم دي؟‬

‫حليمه‪ :‬اوس يې يوه ورږه ونيوه‪ ،‬ما ورته وويل‪ ،‬چې په خاوند به گرانه يې‪ ،‬نو ويې ويل‪ ،‬چې دا دغه دی‪ ،‬څ ه دې ورت ه‬
‫ويل بچۍ‪ ،‬گلرخ مسکۍ شوه‪ ،‬د شرم سرخي يې په اننگو وگرځېده او سر يې ښکته کړ‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬توهمات‪ ،‬په دې خبره سليم بيا په خندا شو‪ ،‬اکبرخان هم ورسره په خندا کې ملگرتيا وکړه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬گلرخ هسې کم عقله ده‪ ،‬هغه په څه پوهيږي؟ ترور بي بي تا بالکل رښتيا ويلي دي‪.‬‬

‫په ټولو قامونو کې څه نه څه توهمات وي او د هر يو څه نه څه بنياد هم وي‪ ،‬په هغو کې ځنې ځنې خو بالک ل وهم وي‬
‫او ځنې ځنې د رښتياو اړخ هم لري‪..‬‬

‫اکبرخان‪ :‬چې نوم يې توهم وي‪ ،‬نو د رښتياو اړخ يې الکوم پاتې کيدی شي!‬

‫گلرخ‪ :‬الال هسې د ترور بي بي ملگرتيا کوي‪ ،‬اوس به د دې دپاره هم ارومرو څه نوی فسلفيانه ځواب پيدا کوي‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬ته کسه! چې اکبرخان هم ورسره ملگری شو‪ ،‬دغه شان د صفيې ملگرتيا هم کوي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ورسره ملگری دې شي کنه‪ ،‬زه وايم‪ ،‬چې دا ټولې خبرې‪ ،‬کومو ته چې مونږ د ښځو مسئلې واي و‪ ،‬کټ مټ غلطې‬
‫نه دي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬په څه غلطې نه دي؟‬

‫‪32‬‬
‫سليم‪ :‬نورې خبرې خو پريږدئ‪ ،‬دا يوه د ورږې قصه به واخلو‪ ،‬اکبرخان په زوره وخندل‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬ولې بچيه! په څه پورې دې وخندل؟ کسه کنه‪ ،‬چې سليم ته کسي او خاندي‪ ،‬سليم هم مسکی مسکی کېده‪.‬‬

‫سليم‪ :‬اکبرخان ځکه خاندي‪ ،‬چې زه بېگا لږ غوندې ورږو تنگ کړی وم‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬د عظيم خان د بوسو د کوټې نه‪ ،‬ورسره يو څ و وږې ورږې راغلې وې‪ ،‬گل رخ س ر ښ کته ک ړ او ي وه لطيف ه‬
‫سندريزه خندا يې وکړه‪ ،‬په دې کې گل اندامې د چايو سامان راوړ او په سټول يې کېښود‪ .‬اکبرخان ورته خپله کرسۍ ن زدې‬
‫کړه او اوس هغه‪ ،‬گلرخ ته مخامخ کښېناست‪ .‬گلرخ د ش رم ن ه نيم ډډې غون دې ش وه‪ ،‬خ و مخ يې پ وره پ وره ون ه گرځ وه‪.‬‬
‫اکبرخان هگۍ او پراټې سليم ته ورمخکې کړې او بيا يې پيالې ډکې کړې‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ښه نو د ورږې خبره دې کوه‪،‬کنه؟‬

‫حليمه‪ :‬پرېږده اوس بچيه! ورږه دې ورکه شي‪ ،‬خپلې چای وڅښئ‪.‬‬

‫سليم‪ :‬خير دی ترورې! مونږ په سبا نارې خبرې اترې کوو‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬رښتيا دې وويل‪ ،‬صفيې به هم ډېرې خبرې کولې‪ ،‬چې ما به ورته وويل‪ ،‬چې د خوراک په وخت خ برې ښ ې ن ه‬
‫وي‪ ،‬نو ويل به يې‪ ،‬چې د هضم لپاره ډېرې ښې وي او د نن پرون دغه هم دی‪ ،‬گل اندامې څ ه ورت ه وايي‪ ،‬هغ ه م يرات مې‬
‫بيا هېر شو‪ ،‬گل اندامې د سليم په مخکې له شرمه هېڅ ونه ويل شول‪ ،‬سر يې ښکته شو‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬فيشن‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬هو بچيه! پيشن پيشن‪ ،‬سليم او اکبرخان دواړه په خندا شول‪.‬‬

‫سليم‪ :‬خير! ډېر کم خلک به داسې وي‪ ،‬چې هغوی ورږه نيوی شي‪ ،‬د ورږې ِحس د ښاپېرک نه څ ه کم ن ه دی او ک وم‬
‫خلک چې د ورږې غوندې چاالک او ُم ِحس شی نيوای شي‪ ،‬نو پوه شه‪ ،‬چې د هغه ِحس به د ورږې نه هم تېز وي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬نو الال! تا بېگا څو ورږې ونيوی شوې‪.‬‬

‫سليم‪ :‬يوه هم نه‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬نو بس ته هم ُم ِحس او چاالک نه يې او نه دې دا نظريه صحيح ده او نه به پخپله ناوې گران يې‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬نه بچيه! دا خبره خو د ښځو دپاره ده‪ ،‬د سړو دپاره نه ده‪ ،‬که کوټک ((کټمل)) وی‪ ،‬نو سليم به نيولی و‪ ،‬هغه خ و‬
‫ورږې وې او ورږې هم ښځې وي‪ ،‬دا خبره حليمې‪ ،‬څه په داسې ساده انداز کې وکړه‪ ،‬چې گل ان دامې ت ه هم خن دا ورغل ه‪،‬‬
‫هغې خپل پړونی مخ ته ونيو‪ ،‬د اکبرخان د خولې ن ه پ ه خن دا کې د چ ايو څ اڅکي هم پرېوت ل‪ ،‬گل رخ هم پ ه خن دا خن دا کې‬
‫اکبرخان ته وکتل‪ ،‬د هغه د وښکي نه چای په زنه رابهېدلی و او اوس لگيا و‪ ،‬هغه يې پاکوه‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ښه ادې! نو کوم سړی په ښځه گران وي؟ سليم مسکی مسکی کېده او د حليمې د خبرې د رد عمل د ختمېدو‬
‫په انتظار و‪.‬‬

‫سليم‪ :‬تاسو زما خبره ولې تاال کړه‪ ،‬غوږ خو راته کېږدئ‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ښه ده وايه! خو دا چای به درته سړې شي‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬صفيه هم چای سړوي او بيا يې څښي‪.‬‬

‫‪33‬‬
‫سليم‪ :‬هو! ډېرې تودې نقصاني دي ‪ ...‬ښه نو ما درته ويل‪ ،‬چې د ورږې ِحس د ښاپېرک په شان قوي وي او کوم خلک‬
‫چې ورږه نيوی شي‪ ،‬د هغوی ِحس به د ورږې نه هم زيات قوي وي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ای ورځه‪ ،‬ومې منله‪ ،‬چې ِحس به يې د ورږې نه زيات قوي وي‪ ،‬خو ته د دې نه ثابتوې څه؟‬

‫سليم‪ :‬د دې نه دا ثابتوم‪ ،‬چې د کو مې ښځې ِحس تېز وي‪ ،‬د هغې سره د هرې خبرې پوره پوره احساس وي او همدغ ه‬
‫وجه ده‪ ،‬چې هغه د خپل خاوند په احساساتو ډېره ښه پوهېږي‪ ،‬په داسې حال کې به هغه د خپل خاوند د ج ذباتو پ وره پ وره‬
‫لحاظ ساتلی شي او په دې وجه به هغه په خپل خاوند گرانه وي‪ ،‬نو د ترور بي بي خبره ثابت ه ش وه‪ ،‬چې ض رور ب ه د ورږو‬
‫ښکارزنه په خاوند گرانه وي‪ ،‬څنگه؟ اکبرخ ان مس کی ش و او گل رخ د دې احس اس پ ه وج ه چې اوس ب ه اکبرخ ان هغې ت ه‬
‫وگوري‪ ،‬سر يې ښکته کړ‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ومو ليده‪ ،‬چې د فلسفې د گوډي نه يې ورته روغه جوړه نظريه راووېسته؟‬

‫اکبرخان‪ :‬سليم سره د فلسفې ټکسال (‪ )1‬دی‪ ،‬چې په ناروا پورې ونښلي‪ ،‬روا ترې جوړ کړي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ښه دا مې ومنله‪ ،‬خو دا ووايه‪ ،‬چې کارغه غږ وکړي‪ ،‬دا ښځې ولې وايي‪ ،‬چې د ښو زيری وکړه‪ ،‬کارغه پ ه څ ه‬
‫پوهېږي؟‬

‫اکبرخان‪ :‬اوس جوړه کړه د دې دپاره هم څه فلسفيانه نظريه‪ ،‬چې وايې ورو ‪ ...‬سليم د پيالې نه د چايو ي و گ وټ وک ړ او‬
‫بيا په فکر کې الړ‪ .‬اکبرخان د تپوس په نظر گلرخ ته وکتل‪ ،‬دا ځل يې د گلرخ نظر د يوې ښې شېبې دپاره استقبال وک ړ او‬
‫بيا يې سر ښکته کړ‪ .‬دواړه زړونه لحظه په لحظه يو بل ته نزدې کېدل‪ ،‬غيريت او تکلف کډه په سر وو‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬الال لگيا دی‪ ،‬د فلسفې په گوډي کې د کارغه د اواز نظريه لټوي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ما ورته د ځواب لومه تياره کړې ده‪ ،‬شابه کنه! ولې چپ شوې؟‬

‫سليم‪ :‬هن؟ زه؟ خير صبر وکړه‪ ،‬زه د کارغه د آواز د توهم په هکله د دې مقدمات لټوم‪ ،‬چې بنياد يې معلوم ش ي‪ ،‬ځ واب‬
‫به يې پخپله وشي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬بنياد يې بې علمي ده‪ ،‬نور څه؟‬

‫سليم‪ :‬د بې علمۍ هم څه نه څه بنياد وي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬زمونږ ورته حاجت نشته او د دې سره په خندا شو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬تاسو ما پرېږدئ‪ ،‬چې زه ‪...‬‬

‫حليمه‪ :‬وشوه بچيه! دومره فکر مه کوه‪ ،‬د کارغه بې شرمه دې رنگ ورک شي‪ ،‬چای دې سړې ش وې‪ ،‬خ و ص فيه بچۍ‬
‫مې سړې چای څښي‪ ،‬ځکه چې دا د نن پرون دغه دی ‪ ...‬يره خو‪ ،‬بيا مې له فکره ووت‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬فېشن‬

‫حليمه‪ :‬هو! پيشن‪.‬‬

‫سليم‪ :‬خير نو بيا سهي‪ ،‬چې دا چای وڅښو‪.‬‬

‫‪1‬‬
‫‪ -‬هغه ځای چې روپۍ پکې جوړېږي‪ .‬درياب‪.۴۱۳ .‬‬

‫‪34‬‬
‫اکبرخان‪ :‬پړ شوې که نه؟‬

‫سليم‪ :‬نه پړ نه يم‪ ،‬فی الحال که دا نظريه زما فکر ته رانغله‪ ،‬نو د دې دا مطلب نه ش و‪ ،‬چې د دې ت وهم ب ه څ ه بنياد ن ه‬
‫وي‪ ،‬صبر وکړه‪ ،‬رابه شي‪ ،‬دا يې وويل او پياله يې نسکوره کړه‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬وی بچيه! نورې وڅښه‪ ،‬تا خو هېڅ ونه خوړل‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬کارغه ترې وتښتول‪.‬‬

‫سليم‪ :‬راځه چې ځو بهرته!‬

‫حليمه‪ :‬بچيه بس؟‬

‫سليم‪ :‬هو ترور بي بي! گلرخ خورکۍ‪ ،‬ته ناسته اوسه!‬

‫اکبرخان‪ :‬ادې! وړه بي بي درنه خپه نه شي‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬ولې به خپه کېږي‪ ،‬دا ټوله خونه خو به ور لوگۍ کړم‪ ،‬خو چې ستا نه سليم خپه نه شي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬عظيم خان خپه ک ړی و‪ ،‬خ و ش کر دی‪ ،‬چې هغ ه خپگ ان د ډې ر ل ږ س اعت لپ اره وه‪ ،‬حليمې پ ه اننگي گوت ه‬
‫کېښوده‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬وی عظيمه! د ږېرې هډ دې په خوله شه‪ ،‬داسې هم څوک کوي؟ بچيه اکبرخانه! ولې درنه ژوندی پاتې شو؟‬

‫اکبرخان‪ :‬د بړوان صاحبزاده مې نه شو خپه کولی‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬دا دې هم ښه وک ړل بچيه! هغ ه گ ل نظيم ت ه يې چې ښ ېرې ک ړې وې‪ ،‬تراوس ه يې س رتندی ن ه لگي‪ ،‬ښ ه ده‪،‬‬
‫ورځئ بال مو واخلم‪ .‬دا ځل سليم مخکې شو او اکبرخان ور پسې شو‪ ،‬د گلرخ نظر د اکبرخان س ره س م جلب ونښ لوه‪ ،‬د گ ل‬
‫اندمې ورته فکر شو‪ ،‬گل اندامې د دنيا ډېرې تودې سړې ليدلې وې‪ ،‬خاوند يې د شيعه‌وو پ ه جن گ کې م ړ ش وی و او اوس‬
‫يې له يو زوی سره کونډتون کاوه‪ .‬هغې د گلرخ په سترگو کې د پاکې مينې رڼ ا وليده‪ ،‬مس کۍ ش وه او د ځ ان س ره يې س ر‬
‫وخوځاوه‪ .‬د گلرخ نظر تر هغه په اکبرخان و‪ ،‬چې سر يې پ ه پ وړو کې پ ه ښ کته پن ا ش و‪ ،‬خ ولې ت ه يې روم ال ونيو او د‬
‫اسوېلي ښکالو يې په رومال را حصاره کړه‪ .‬اکبرخان او س ليم چې حج رې ت ه ورس ېدل‪ ،‬هلت ه ورت ه د نازي ان ي و مالت ړلي‬
‫سړي انتظار کاوه‪.‬‬

‫شېراحمد‪ :‬ملکه! دا سړی د نازيان نه راغلی دی او مږ ملک رالېږلی دی‪ ،‬نامه يې سنجاب ده‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬هر کله راشه!‬

‫سنجاب‪ :‬خوار مشې! هر کله اوسې‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬شېراحمد ماما مېلمه دپاره خو چای‪...‬‬

‫سنجاب‪ :‬نه ملکه! شيراحمد ماما خو د چايو ډېر ټينگ ست راته وکړ‪ ،‬خو ما چای د عظيم خان په ځای کې څښلې دي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬خيرخو و‪ ،‬څرنگه دې پېښه را وکړه؟‬

‫سنجاب‪ :‬مږ ملک د سليم خان نه خبر شوی و‪ ،‬چې عظيم خان ولجه کړی دی‪ ،‬تا ته به معلومه وي‪ ،‬چې زمونږ د غلجيو‬
‫سره لوښی دی‪ ،‬لوښی د پښتنو يو رواج دی‪ ،‬چې د يو قام سړي د بل قام د يو سړي په کلي کې يو پسه يا گډ حالل ک ړي‪ ،‬ن و‬
‫‪35‬‬
‫بس هغه يې د حفاظت ضمانت گڼل کېږي‪ ،‬بيا په هغه قام کې بې خطرې تگ رات گ ک ولی ش ي او د م ورگې پ ورې م ونږ‬
‫ورسره دوه کسه بدرگه هم راغلي وو‪ ،‬زه يې عظيم خان ته راولېږلم‪ ،‬چې زمونږ د غلجو دا خان دې په څ ه ولج ه ک ړ‪ ،‬خ و‬
‫هلته خبر شوم‪ ،‬چې سليم خان بېگا اکبرخان په زور ترې خالص کړی دی‪ ،‬په زړه مې رڼا شوه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ملک ته زما سالم ووايه او پس له سالمه دا چې د عظيم خان سره مونږ روغه وکړه‪ ،‬فکر دې نه کوي‪.‬‬

‫سنجاب‪ :‬هغه به روغه کله ومني‪ ،‬تاسو ته مږ نه دی معلوم؟‬

‫سليم‪ :‬ماته معلوم دی‪ ،‬خو د بړوان صاحبزاده او نور ماليان په مينځ کې دي‪ ،‬د داسې بزرگانو نه به مخ گرځول ښ ه ن ه‬
‫وي‪.‬‬

‫سنجاب‪ :‬د هغه هم دغسې خوی دی‪ ،‬اکبرخانه! څه به درته وايم‪ ،‬ډېر مېړنی سړی دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ما يې هم نوم اورېدلی دی‪ ،‬خير ته ورته دا ځواب وکړه‪ ،‬که بيا يې څه ويل‪ ،‬نو سره خبر به شو‪.‬‬

‫سنجاب‪ :‬زه به ځم‪ ،‬هغه به زما الر گوري‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬شينواريه! نن خو به زمونږ مېلمه يې‪ ،‬سبا ته به يو سړی هم در سره کړم‪.‬‬

‫سنجاب‪ :‬ډېره ښه ده‪ ،‬حصار به شم ‪ ...‬هغه ورځ س ليم د اکبرخ ان س ره به ر ت ېره ک ړه‪ .‬د خپلې گون دۍ پ ه ن ورو کليو‬
‫وگرځېده‪ ،‬سليم موقع په موقع يو څو رباعيانې هم وليکلې‪ ،‬د هغه شاعرانه تخيل په تيراه کې نوې نوې نظريې پيدا ک ړې‪،‬‬
‫چې ماښام ته وا پس راغلل‪ ،‬شېراحمد ورته مخې ته راغی‪.‬‬

‫شېراحمد‪ :‬د عظيم خان مور راغلې ده‪ ،‬سليم حيران غوندې شو‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬د څه دپاره راغلې ده؟‬

‫شېراحمد‪ :‬وايي چې د وړې بي بي سره وينم‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬په وړه بي بي يې کوم مخ پرې ايښی دی او په کومو سترگو به ورسره گوري‪.‬‬

‫سليم‪ :‬په دې کې حرج څه دی؟ او بيا هغې غريبې خو زمونږ په سر وهل هم خوړلي دي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬د مار مور هم ماره وي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬دا مثال د بني آدمو په نسبت اکثر غلط ثابتېږي‪ ،‬هغه ډېره نېکه ښځه ده‪ ،‬ضرور دې زما خور ورسره وويني‪.‬‬

‫شېراحمد‪ :‬ما تراوسه په خپل کاله کې حصاره کړې ده‪ ،‬بس تاسو ته مې کتل‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬د وړې بي بي سره يې د ليدو مطلب څه دی؟‬

‫شېراحمد‪ :‬يو پنډوکی غوندې ورسره دی‪ ،‬وايي چې وړې بي بي دپاره مې څه راوړي دي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬خدای خبر چې څه يې راوړي دي؟‬

‫سليم‪ :‬خير هر څه چې وي‪ ،‬زمونږ د وړاندې به وي‪.‬‬

‫‪36‬‬
‫اکبرخان‪ :‬ښه شوه‪ ،‬نو مونږ کاله ته ځو او شېراحمد ماما ته ورشه! رايې وله‪ ،‬شېراحمد خپل کور ت ه الړ او اکبرخ ان‬
‫د سليم سره خپل کور ته روان شو‪ .‬گلرخ او حليمه ناستې وې‪ ،‬د يوې بلې سره يې خبرې کولې‪ ،‬چې اکبرخان او سليم راغلل‪،‬‬
‫گلرخ ځان په پړوني کې تاو کړ‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬بچو راځئ! څرنگه بې وخته راغلئ؟‬

‫اکبرخان‪ :‬د عظيم خان مور راغلې ده‪ ،‬معلومېږي چې د وړې بي بي دپاره يې څه را وړي دي‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬گلبدنه راغلې ده؟ تا ورته څه وويل؟‬

‫اکبرخان‪ :‬زما خو خوښه نه وه‪ ،‬چې د وړې بي بي سره وويني‪ ،‬خو سليم وايي‪ ،‬چې خير دی‪ ،‬گ ورو چې څ ه يې راوړي‬
‫دي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬هغې خوارې خو زمونږ ډېره ننگه کړې وه‪ ،‬خو خان کاکا داسې بده بده وهله‪ ،‬چې توبه!‬

‫حليمه‪ :‬خان کاکا څوک دی؟‬

‫سليم‪ :‬عظيم خان او د دې سره په خندا شو‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬وی‪ ،‬ته ورته ال اوس هم خان کاکا وايې؟‬

‫گلرخ‪ :‬ولې نه‪ ،‬ترور بي بي! په ما يې ډېر حق دی‪ ،‬په دې کې د عظيم خان مور گلبدنه را ننوته‪ ،‬يو پنډوکی يې پ ه س ر‬
‫و‪ ،‬د راتلو سره يې په ژړا گوتې پورې کړې‪ ،‬گلرخ ته يې غاړه ووېسته او ت ر ډې ره يې س لگۍ وهلې‪ .‬اکبرخ ان او س ليم چپ‬
‫چاپ ناست وو‪ ،‬ډېر ساعت پس چې گل اندامې بل کړی الټين راوړ‪ ،‬گلبدنې په خپل پړوني اوښکې پ اکې ک ړې او س ر يې را‬
‫اوچت کړ‪.‬‬

‫گلبدنه‪ :‬وړې بي بي زما بچۍ! اوس مونږ په هسکو سترگو درسره نه شو ليدلی‪ ،‬عظيم خان داس ې ش ندې وک ړې‪ ،‬چې د‬
‫ټولو پښتنو پېزه يې پرې کړه‪ ،‬خو په خدای چې زما او د هغه د کشرانو وروڼو ورسره خوښه نه وه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬مونږ ته ډېره ښه معلومه ده‪ ،‬څه چې وشول‪ ،‬هغه وشول‪.‬‬

‫گلبدنه‪ :‬بېگا چې عظيم خان کاله ته راغی‪ ،‬يو ستړی اسوېلی يې وکړ او ويې وي ل‪ ،‬چې دا وړې بي بي ت ه يوس ه‪ ،‬د دې‬
‫وينا سره گلبدنې هغه پنډوکی راواخيست‪.‬‬

‫گلبدنه‪ :‬په خدای که ترې نه خبره يم‪ ،‬خو ويل يې‪ ،‬چې د وړې بي بي د طبعې شيونه دي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬صبر وکړه‪ ،‬چې زه يې اول پرانيزم‪ ،‬خدای خبر چې عظيم خان پکې څه ايښي دي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬څه به يې پکې ايښودل؟‬

‫اکبرخان‪ :‬خير خو تحقيق ښه دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬نه نه! په دې کې څه مضر شی بالکل نشته‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ورځه! الال يې فلسفه ووېسته‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬هرڅ ه چې وي خ و ‪ ...‬خ ير وړه بي بي دې پ ه خپل ه پران ېزي‪ ،‬دا يې ووي ل او پن ډوکی يې گل رخ ت ه مخکې‬
‫کېښود او ورسره يې يو خوږ نظر هم د هغې په مخ واچوه‪ ،‬خو نظ ر يې غلچکی و‪ .‬گل رخ د اطمين ان او اش تياق د گ ډو وډو‬
‫‪37‬‬
‫تاثراتو الندې پنډوکی پرانيست او ړومبی څيز چې د پنډ نه راووت‪ ،‬هغه د گوډيانو يو پيټار و‪ ،‬سليم بې اختياره په خندا شو او‬
‫اکبرخان حيران و‪ ،‬چې د دې مطلب څه ده؟ خو سليم سره دی هم په خندا کې ملگری شو‪ ،‬دا د هغه د گلرخ د خوشحالولو ي و‬
‫نفسياتي تکل و‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬د لنځکو پيټار؟ ولخم! اوس خو گلرخ د لنځکو ((گوډيانو)) نه ده؟ گلبدنې هيڅ ځواب ورنه ک ړ‪ ،‬د گل رخ پ ه مخ د‬
‫حيا سرخي وگرځېده‪ ،‬هغې ته د الرې هغه د گوډا گوډۍ خبرې ور په ياد شوې‪ ،‬پيټار يې ي وې ډډې ت ه کېښ ود او چې بيا‬
‫يې پنډ ته الس ورتېر کړ‪ ،‬يو د ميزرو اوښ يې ترې را ووېست‪ ،‬سليم په دواړه الس ه خپلې پوښ تۍ ونيوې او داس ې پ ه کټ‬
‫کټ يې وخندل‪ ،‬چې د مخامخ غونډۍ ټول ناوونه يې خندني کړل او دا هډو خيال ورنغی‪ ،‬چې د پردي کور د ښځو پ ه مخکې‬
‫د يو مسافر په حيثيت ناست دی‪ .‬گلرخ ډېره کچه کچه کېده‪ ،‬خو څه به يې کول‪ ،‬د سوغات کتل خو ض روري و‪ ،‬چې بيا يې‬
‫پنډ ته وکتل‪ ،‬يو پکې د ميزري کچکول هم پروت و‪ .‬سره د دې چې دې څيزونو د گلرخ پ ه مخ د حيا لمب ه ت ېره ک ړې وه‪،‬‬
‫خو هغې ته دا هم محسوس شول‪ ،‬چې د دې څيزونو رالېږل دا خبره ثابتوي‪ ،‬چې عظيم خ ان پ ه خپل و ک ړو پښ ېمان دی‪ .‬د‬
‫هغې په زړه کې د عظيم خان هغه پخوانی خدمت او عقيدت وگرځې د‪ ،‬ک وم ب ه چې هغ ه د هغې س ره لرل و‪ ،‬س ترگو ت ه يې‬
‫اوښکې راغلې او په شونډو يې يو غريوژن رپندی ښکاره شو‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ترورې! خان کاکا ته مې ووايه‪ ،‬چې وړې بي بي ستا سوغات قبول کړ او تر ژونده به يې ياد لري‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬د هغه سوغات قبلول ‪ ...‬څه ووايم نو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬پرېږده اکبرخانه! چې وايې خلي‪ ،‬عظيم خان ډېره موده گلرخ پ ه غ ېږ کې گرځ ولې ده‪ ،‬زم ونږ يې څ ه وک ړل‪،‬‬
‫خپل اعتبار يې په لته وواهه‪ ،‬زمونږ اراده د بدل اخيستو نه ده‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬زه بيا در ته وايم‪ ،‬چې دومره نرمي د بني آدم دپاره ضرري ده‪.‬‬

‫سليم‪ :‬اکبرخانه! دا مقام دی هم د نرمۍ‪ ،‬چې کوم الس د ص لح دپ اره چات ه اوږد ش ي‪ ،‬هغ ه ت ه خپ ل الس هم وراوږدول‬
‫پکار دي‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬يره خو بچيه! بل شانې بني آدم يې نو‪ ،‬گلبدنه په ژړا شوه‪.‬‬

‫گلبدنه‪ :‬زه خو ځکه عظيم خان وهلم‪ ،‬چې د دغو دواړو ننگه مې کوله‪ ،‬ما ته خو دواړه معل وم وو‪ ،‬چې پرښ تې دي‪ ،‬خ و‬
‫ارمان چې هغه زما ونه منله‪ ،‬ښه ده وړې بي بي! بال دې واخلم‪ ،‬زه خو اوس ځم‪ ،‬خو ستاسو دې سوگند وي‪ ،‬چې عظيم خ ان‬
‫ته ښېرې ازار ونه کړئ‪ ،‬ستا سو نمک يې خوړلی دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬نه ترورې! ولې به ورته ښېرې کوو‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬اوس د پياڅې (‪ )2‬وخت دی‪ ،‬ځې به رانه څرنگه؟‬

‫گلبدنه‪ :‬وشوه ملکې! کوردې ودان او بچي دې ستر‪ ،‬زما عزت خو هغه و‪ ،‬چې عظيم خان د دوو کونجکو کړ‪ ،‬پ ه خون ه‬
‫مې د بې عزتۍ رېبځ وگرځېده‪ ،‬اوس زه ستاسو پياڅه په کومه خوله وخورم‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬وی! نه ولخم‪ ،‬زما خورې! هله گل اندامې د مړۍ غم کوه‪ ،‬سليم اکبرخان ته ورنزدې شو‪ ،‬خول ه يې د هغ ه غ وږ‬
‫ته نزدې کړه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬اکبرخانه! دا رېبځ ‪ ...‬اکبرخان په خندا شو‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬سړيه جاروگۍ نه پېژنې؟‬


‫‪2‬‬
‫‪ -‬د باجرې يا جوارو روټۍ‪ .‬درياب‪ .‬مخ ‪.۲۹۳‬‬

‫‪38‬‬
‫سليم‪ :‬عجيبه اصطالح خو ده‪ ،‬يعنې په کور مې د بې عزتۍ جارو وگرځېده‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬هو!‬

‫سليم‪ :‬ښه ده ترور! په مخه دې ښه‪ ،‬مونږ به بيا سره ونه وينو‪.‬‬

‫گلبدنه‪ :‬عمر دې ډېر شه بچيه! خدای دې تود باد نه هم په امان لره‪ ،‬بيا نو گلبدنه پاڅې ده‪ ،‬س ليم يې کښ ل ک ړ او پ ه ډک و‬
‫سترگو يې رخصت کړ‪ .‬اکبرخان او سليم بهر ته الړل‪.‬‬

‫گلبدنه‪ :‬وړې بي بي! تاسو به کله روانېږئ؟‬

‫گلرخ‪ :‬سبا ته ان شاءهللا تعالی! او ترور بي بي به هم راسره يي‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬زه به هم ارومرو ځم‪ ،‬د صفيې د يو ځواب دنبال وي او د بل سر‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬او گل اندامه بي بي به هم وي‪ ،‬په دې کې گل اندامې ډوډۍ راوړه او ټولې ورته کښېناستې‪ .‬اکبرخان پ ه حج ره‬
‫کې د سليم نه د پيټار او د هغو نورو څيزونو پوښتنه وکړه‪ ،‬سليم ورته د الرې واقع ات بيان ک ړل او چې اکبرخ ان پ ه اص ل‬
‫حال خبر شو‪ ،‬ډېر يې وخندل ‪ ...‬شپه په خندا خوشحالۍ تېره شوه او سحر چې د چايو نه فارغ شول‪ ،‬د پېښور په لور روان‬
‫شول‪ .‬د حليمې او گل اندامې لپاره په قچرو د سفر کولو انتظام شوی و‪ .‬سليم‪ ،‬اکبرخان او گلرخ پ ه اس ونو س واره وو‪ ،‬گل رخ‬
‫خپل اس د حليمې د قچر سره يو ځ ای ک ړی و‪ ،‬ړوم بۍ څ وکۍ وړان دې تلې وه‪ .‬ل ه س ليم او اکبرخ ان س ره پينځلس ش پاړس‬
‫مالتړلي سړي روان وو‪ .‬د گل اندامې پينځلس کليز زوی نورخان هم د ښځو سره روان و او ي و لن ډی دره وال ټوپ ک يې پ ه‬
‫اوږه کې ځوړند و‪ .‬د خوږو دوستانو دا وړه قافله شپه ترمينځ ه کج ورۍ ت ه ورس ېده او چې د س ر ک اري عالقې ح د ورت ه‬
‫ښکاره شو‪ ،‬اکبرخان وسله بندو سړو ته رخصت ورکړ‪ .‬په ش يخانو کلي کې د هغ وی د س تړي مش ي لپ اره ش ېخ عب دالعلي‬
‫خان او شېخ محمود تيار والړ وو‪ ،‬غرمه يې هلته تېره کړه او مازديگر د هغوی لپاره د موټر او ي وې الرۍ انتظ ام وک ړل‬
‫شو‪ .‬د اسونو او قچرو دپاره درې سړي پاتې شول او د مازديگر لمر ال په دنگو دنگو ونو زر شيندل‪ ،‬چې اکبرخ ان او س ليم‪،‬‬
‫سره د ملگرو د ډبگرۍ دروازې اډې ته تېر شول‪.‬‬

‫‪39‬‬
‫څلورم باب‬
‫(مېلمستيا)‬
‫د زمانې سلسله روانه ده او ش پې ورځې پکې د زنځ ير د کړي و پ ه ش ان ي و ځ ای ک ېږي‪ .‬ورځې ش پې خ و ت ېرېږي‬
‫تېرېږي‪ ،‬خو د هغو سره واقعات هم روان دي‪ ،‬ولې د دې زنځير نه ختمېدونکې کړۍ تېروتلی فکر هم په دغو شپو ورځو‬
‫کې تړلی او قيد ساتي‪ ،‬ځکه چې د تېرو ورځو شپو رنگ د نوو واقعاتو په وجه‪ ،‬د راتلونکو شپو ورځو نه ج دا وي‪ .‬ورځې‬
‫بيا هم راشي‪ ،‬هم هغه نمر سپوږمۍ‪ ،‬هغه پخواني ځلېدونکي ستوري‪ ،‬هرڅه هرڅه هم هغه دي‪ .‬خو چې پخوانو ورځ و ش پو‬
‫کوم واقعات د ځان سره وړي وي‪ ،‬د هغو نتيجې روانو وختو‪ ،‬د فن ا پ ه گ وډي کې اچ ولې وي‪ ،‬ک ه څ ه پ اتې وي؛ ن و بس د‬
‫نامکملو واقعاتو ارمان وي او ارمان څه دی؟ د گاه گاهې تمنا وير‪.‬‬

‫عظيم خان په خپلو بدو ډېر پښېمان و او د محمدامين خان د زړه ښيښه‪ ،‬د عظيم خ ان د بې وف ايۍ گ ټې چ ولې وه او پ ه‬
‫هغې کې د عظيم خان دپاره د همدردۍ غږ نه و پاتې‪ .‬سليم او گلرخ د پالر س ره ډې ر خوش حال وو او نن يې ش لمه ورځ وه‪،‬‬
‫چې د تيراه نه پېښور ته رارسېدلي وو‪ .‬تراوسه سليم او اکبرخان د يو بل سره نه وو ليدلي‪ .‬د دولسو بجو وخت و‪ ،‬نمر پ ه‬
‫سر راغلی و او د بني آدم سيوری د هيبت نه په خپل تن کې پټ شوی و‪ .‬په پېښور کې گرمۍ ړومبۍ غځونې ک ړې وې او‬
‫طبيعت ورځ په ورځ د گرمو جامو د کمولو هدايت کاوه‪ .‬گلرخ کړکۍ سره نزدې ناسته وه او په الس کې يې د اردو ړوم بی‬
‫کتاب و‪ ،‬هغې د سليم نه اردو زده کول شروع کړي وو او ورسره ورسره به يې انگري زي هم زده کول ه‪ ،‬هغې د پاړس ۍ ښ ه‬
‫اره د اردو‬ ‫ه د هغې دپ‬ ‫و ځک‬ ‫ه‪ ،‬ن‬ ‫ه لرل‬ ‫مطالع‬
‫رسم الخط څه گران نه و‪ .‬د هغې نوې خدمتگاره محبوبه چلمچي پ ه الس والړه وه‪ ،‬د ډوډۍ وخت و‪ ،‬خ و د هغې د گل رخ پ ه‬
‫مطالعه کې فرق راوستوته زړه نه شو نيوی‪ ،‬خو اخر د گلرخ ورته پام شو‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ولې محبوبې!؟‬

‫محبوبه‪ :‬بي بي د ډوډۍ وخت دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ما درته پرون نه و ويلي‪ ،‬چې ماته وړه بي بي وايه؟‬

‫محبوبه‪ :‬څه وکړم وړې بي بي! دا خبره مې بېخي د فکر نه وتلې وه‪ ،‬بيا به خيال ساتم‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬محبوبې! ته خو پېغله جينۍ يې‪ ،‬ستا هېر ولې دومره زيات دی؟‬

‫محبوبه‪ :‬د غريبانانو حافظه چرته وي؟ گلرخ دې خبرې ته حيرانه شوه‪ ،‬هغې ښکته پورته محبوبې ته وکتل‪ ،‬د گل رخ پ ه‬
‫خيال کې د دې قسمه ځواب‪ ،‬د يوې نالوستې جينۍ نه ممکن نه و‪ .‬هسې هم د دوو ورځو راهيسې گلرخ د دې جينۍ ک ړه وړه‬
‫او حرکاتو سکناتو ته په فکر کې وه‪ .‬محبوبه د نورو عامو نالوستو جينکو په څېر نه معلومېده‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬تا څه تعليم کړی دی؟‬

‫محبوبه‪ :‬نه بي بي! ‪ ...‬معافي غواړم‪ ،‬وړې بي بي‪ ،‬ماته به تعليم چا راکولو؟‬

‫‪40‬‬
‫يوه شېبه وړاندې ((حافظه)) ويل او بيا ورپسې سمدستي په دې موقع ((معافي غواړم)) ويل‪ ،‬څه داسې الفاظ وو‪ ،‬چې د‬
‫گلرخ يقين وشو‪ ،‬چې که محبوبه يو مکمله تعليم يافته جينۍ نه وي‪ ،‬نو پرورش يې په يوه مهذبه او علمي کورنۍ کې ض رور‬
‫شوی دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ستا د خبرو نه خو همداسې معلومېږي‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬هو! په پېښور کې اوس د علم زور دی‪ ،‬په بې علمه خلکو يې هم څه نا څه اثر پرېوځي‪ ،‬چې په يو وورې ږي‪،‬‬
‫نو په بل وڅڅېږي‪ ،‬خو ما دا عرض کاوه‪ ،‬چې د ډوډۍ وخت دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬د ابا دپاره دې څه وکړل؟‬

‫محبوبه‪ :‬عزيز ويل‪ ،‬چې هغه د وړوکي خان سره بهر ته تلی دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ته دا کوزه او چلمچي کېږده‪ ،‬نو هله به خبرې وکړی شو‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬او ډوډۍ؟‬

‫گلرخ‪ :‬چې الال راشي‪ ،‬نو هله به ډوډۍ وخورو‪.‬‬

‫محبوبې کوزه او چلمچي کېښودل او بيا يې ښکته په فرش د کښېناستو اراده وکړه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬محبوبې په کټ کې نه!‬

‫محبوبه‪ :‬نه وړې بي بي! زه به ښکته ښه يم‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬چې زه درته وايم‪ ،‬هغه کوه‪(( ،‬االمر فوق االدب))‪ ،‬محبوب ه پ ه کټ کښېناس ته‪ ،‬س ترگې يې پ ه ک وزه او چلمچي‬
‫وې‪ ،‬ډېره زياته ښکلې ښکارېده‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬د نوکرانو سره دا قسمه سلوک د نن سبا يه تهذيب کې شامل نه دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬زه د نن پرون د تهذيب په حق کې نه يم‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬ويلی شي‪ ،‬چې نوکران په داسې سلوک بې سره اموخته شي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬د هر يو نوکر په هکله دا خيال صحيح نه دی‪ ،‬زه دا کوښښ کوم‪ ،‬چې د نوکرانو سره داسې سلوک وکړم‪ ،‬څرنگه‬
‫چې د يوې مسلمانې پښتنې سره ښايي‪ ،‬څرنگه چې اسالم ټول مسلمانان ورونه خويندې گڼي‪ ،‬دغه شان زم ونږ پښ تني ته ديب‬
‫هم په پښتنو کې د برابرۍ او يووالي هدايت کوي‪ .‬زما دا يقين دی‪ ،‬چې په داسې سلوک به د کور په انتظام کې هيڅ فرق ن ه‬
‫راځي او که زما دې سلوک په نوکرانو ښه اثر ونه کړ‪ ،‬نو د نوکرانو نه ځان خالصول څه گران کار خو نه دی‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬بيا هم د بادار او نوکر څه فرق خو په کار دی؟‬

‫گلرخ‪ :‬فرق پخپله موجود دی‪ ،‬د بادار او خادم فرق د هغ وی د منص بي فرايض و ن ه معلوم ېږي او چې د دې س وال ل ه‬
‫مينځ نه اوچت شي‪ ،‬نو بيا په دواړو کې هېڅ فرق نشته‪ .‬محبوبې د دې خبرې ځواب ته ځان تيار کړی و‪ ،‬چې بهر د موټر د‬
‫راتگ ښکالو واورېدل شوه‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬معلومېږي‪ ،‬چې کشرخان راغی‪.‬‬

‫‪41‬‬
‫گلرخ‪ :‬هو! محبوبې خورکۍ! ته ورشه کنه‪ ،‬که څه سامان ورسره وي‪ ،‬محبوبه پاڅېده‪ ،‬خ و ال د کم رې پ ه دروازه ن ه‬
‫وه وتلې‪ ،‬چې سليم چاق چاق کمرې ته راننووت‪.‬‬

‫سليم‪ :‬خورکۍ نن مې درته يو زيری راوړی دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬الال د څه زېری دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬سبا ته اکبرخان بللي يو‪ ،‬هغه ويل چې صفيه د گلرخ ليدو ته ډېره بې قراره ده‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬نو تا ورته څه وويل!‬

‫سليم‪ :‬ما به ورته څه ويل‪ ،‬دعوت مې منظور کړ‪ ،‬نور دوستان يې هم بللي دي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬د حليمې ترور سره خو به دې ليدل کتل نه وي شوي؟ څرنگه وه؟ جوړه خو به وه؟‬

‫سليم‪ :‬بالکل روغه جوړه وه او واخله‪ ،‬دا خط يې ستا لپاره راکړی دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬خط؟‬

‫سليم‪ :‬هو! صفيې ليکلی دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬که په اردو انگريزۍ کې وي‪ ،‬نو الال ته يې ولوله‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ته خو يې يوځل پخپله پران يزه‪ ،‬پ ردی خ ط پرانيس تل د ته ذيب ن ه خالف وي‪ .‬گل رخ لفاف ه پرانيس ته‪ ،‬چې څ ومره‬
‫څومره به يې خط لوسته‪ ،‬مسکۍ مسکۍ کېده‪.‬‬

‫سليم‪ :‬معلومېږي چې خط يې په پښتو ليکلی دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬او هغه هم د اردو په رسم الخط کې ‪ ،‬واخله وگوره کنه!‬

‫سليم‪ :‬ښه ده نو ‪ ...‬ليکي‪ ،‬چې خوږې خورې! عمر دې ډېر شه! السالم عليکم‪ ،‬د ډېرې مودې نه م ا پخپ ل ځ ان کې څ ه‬
‫کمی محسوسوه‪ ،‬سره د دې چې زما تعليم تربيت ډېر ښه شوی دی‪ ،‬خدای هر څه ډېر تېر راکړي دي‪ ،‬م ور‪ ،‬پالر‪ ،‬ورون ه‪،‬‬
‫عزيزان‪ ،‬تربوران؛ خو بيا به هم چې ما فکر وکړ‪ ،‬ځان به راته يوازې او بې تعليمه ښکاره شو‪ ،‬ولې کوم وخت چې ادې س تا‬
‫د حسن‪ ،‬شرافت او اعلی تعليم نه خبره ک ړم‪ ،‬ن و پ وه ش وم‪ ،‬چې زم ا هغ ه کمی پ وره کې دونکی دی‪ .‬س تا تعري ف مې پخ وا‬
‫اورېده‪ ،‬اوس به دا ليده کاته زمونږ د پخې دوستۍ او خورولۍ س بب ش ي او ک ه دا رښ تيا وي‪ ،‬چې رښ تونی دوس ت پ ه ټ ول‬
‫عمر کې صرف يو کېدی شي‪ ،‬نو اميد کوم‪ ،‬چې هم ته يې او چې بيا اکبرخان دادا زما د خيال تاييد وکړ‪ ،‬ن و س تا د مالق ات‬
‫دپاره مې هلته د درتلو تياری وکړ‪ ،‬خو دادا را ته وويل‪ ،‬چې هسې هم سبا ت ه راځي‪ ،‬ن و پ ه زړه مې د ص بر ت يږه کېښ وده‪.‬‬
‫گلرخ خورې زما د نننۍ شپې د بې قرارۍ بدل ب ه دا وي‪ ،‬چې س حر وخ تي را ش ې‪ ،‬چې بهان ه ون ه ک ړې‪ ،‬گ وره زه ب ه دې‬
‫انتظار کوم‪.‬‬

‫ماته زېری چې د خپلې گلرخ راوړي‬

‫د جنت چمن دې خدای ورکړي سبا ته‬

‫کړم خوشحاله به رخصت د انتظار شپه‬

‫د مشرق چې سترگې سپينې شي رڼا ته‬

‫‪42‬‬
‫ستا خور‬

‫صفيه‬

‫وگوره کنه! صفيه شاعره هم ده‪ ،‬ړومبی شعر يې ډېر زيات ښه دی‪ ،‬کټ مټ د يو استاد شاعر شعر ښکاري‪ ،‬دويم ش عر‬
‫يې څه مهمل غوندې دی‪ ،‬خو بيا هم داسې ښکاري‪ ،‬چې خياالت يې بلند دي‪ ،‬گلرخ په خندا شوه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬تا يې بيا په کالم تنقيد هم شروع کړ‪ ،‬خو د دې څه ثبوت دی‪ ،‬چې دا قطعه د هغې خپله ده؟‬

‫سليم‪ :‬ولې دا دې وانه ورېدل‪ ،‬چې ((ماته زېری چې د خپلې گلرخ راوړي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬دا به کوم يو شاعر‪ ،‬د خپل محبوب د مخ د رعايت نه ويلي وي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬دا ستا وهم دی‪ ،‬ته چې ورشې‪ ،‬ضرور تپوس ترې وکړه‪ ،‬چې دا قطعه د هغې خپله ده که نه؟‬

‫گلرخ‪ :‬ولې الال په دې کې ستا څه مطلب دی؟ سليم کچه غوندې شو‪ ،‬يو خوا بل خوا يې وکتل‪.‬‬

‫سليم‪ :‬هېڅ نه ‪ ...‬بس دومره خبره ده‪ ،‬چې ‪ ...‬دغه ‪ ...‬يعنې مطلب دا شو‪ ،‬چې د شاعرانو سره زم ا ق درتي هم دردي ده‪،‬‬
‫زه وايم‪ ،‬چې د شاعرانو په تعداد کې نور هم زياتی وشوه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬او په دې د بېکارانو تعداد نور هم زياتې وشوې‪ .‬سليم څه ويل‪ ،‬خو د هغه وينا د گلرخ په خن دا کې ورک ه ش وه‪،‬‬
‫سليم هم په خندا شو‪ .‬محبوبه د بت په شان چپ چاپ والړه وه‪ ،‬د خور ورور خبرې يې اورېدې‪ ،‬خ و پ ه دې وروس تۍ خ بره‬
‫هغې ته هم خندا ورغله‪ ،‬د لوپټې پيڅکه يې خولې ته ونيوه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬که گلرخ خاندي‪ ،‬خو هغې ته شاعران بالکل بېکاره خلک ښکاري‪ ،‬نو محبوبې ته ووايه‪ ،‬چې ته څه پوه ش وې او‬
‫په څه دې وخندل؟ محبوبې مخ بل طرف ته واړوه او هېڅ ځواب يې ورنه کړ‪ .‬ښ ځې اک ثر پ ه داس ې موق ع پ ه ي و دوه ځل ه‬
‫تپوس ځواب نه ورکوي‪ ،‬ي و خ و د هغ وی فط ري حيا د س ړو پ ه مخکې م انع ک ېږي او ب ل ښ ځه د خپلې خ برې داد ډې ر‬
‫غواړي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬گلرخ! ته ترې تپوس وکړه کنه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬تپوس ته څه حاجت دی‪ ،‬پخپله يې اوري‪ ،‬ځواب به درکړي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬څه ځواب به راکړي؟ خو ستا د خندا سره يې وخندل‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬بس همدغه خبره ده‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬نه الال! دا خبره نه ده‪ ،‬چې خبر دې کړم‪ ،‬محبوبه ډېره قابله جينۍ ده‪ ،‬تعليم يافته هم معلومېږي‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬بي بي د ډوډۍ وخت دی‪ ،‬د سليم اوس ايله محبوبې ته فکر شو‪ ،‬د تالش يو بيدار نظر يې پرې واچوه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬خورکۍ زه ستا د خيال تاييد کوم‪ ،‬فکر دې وه‪ ،‬چې ستا خبره يې په بله واړوله‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬نه خان! ستاسو نه اگا هو ما چلمچي راوړې وه‪ ،‬ډوډۍ به سړه شي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ودې ليده‪ ،‬چې خبره نوره هم لرې باسي‪ ،‬خپلې بهانې ته يې دليل هم جوړ کړ‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬خان! زه په دې خبرو څه پوهيږم؟‬

‫‪43‬‬
‫گلرخ‪ :‬ښه ده محبوبې! راوړه ډوډۍ‪.‬‬

‫محبوبې ډوډۍ راوړه‪ ،‬خور او ورور دواړه کښېناستل او چې د ډوډۍ نه وزگار شول‪ ،‬سليم خپلې کمرې ت ه الړ‪ ،‬گل رخ‬
‫هم څمالسته او محبوبې ته يې هم د ارام کولو هدايت وکړ‪.‬‬

‫هغه ورځ گلرخ د صفيې او اکبرخان په تص ور ت ېره ک ړه‪ ،‬چې ش په ش وه‪ ،‬اکبرخ ان يې پ ه زړه راوورې د‪ ،‬س اعت پ ه‬
‫ساعت به ورته د اکبرخان تصور مخکې کېده او ورو ورو به يې د زړه نه چاپېرې ده‪ .‬گل رخ ډې ر کوش ش وک ړ‪ ،‬چې دا د‬
‫زړه دنيا لړزوونکی تصور د هغې د حافظې نه ووځي‪ ،‬د فکر اس به يې بل لوري ته ستون کړ‪ ،‬خو اخر به يې چې پام وکړ‪،‬‬
‫هغه به د خيال په ژبه د اکبرخان سره مشغوله وه‪ .‬گلرخ پوه شوه‪ ،‬چې د هغې د زړه آئينې د اکبرخان عکس داسې نيولی دی‪،‬‬
‫چې پرېښودل او ماتېدل يې ي وه ن ا ممکن ه خ بره ښ کاري‪ ،‬بې ق راره ش وه او ناڅاپ ه يې د خ ولې ن ه ووت ل‪(( ،‬اوس ب ه څ ه‬
‫کيږي))‪ ،‬خبره خو يې د خولې نه ووته‪ ،‬خو ډېره پښېمانه شوه‪ ،‬هسې نه چې چا اورېدلي وي‪ ،‬يو خوا بل خ وا ت ه يې وکت ل‪،‬‬
‫هرې ډډې ته چپه چوپيا وه‪ .‬په کړکۍ کې د سپوږمۍ رڼا د پرېوتۍ د بوټو س ره مش ت او گرې وان وه‪ .‬د بجلۍ پکی ورو ورو‬
‫تاوېده‪ .‬د رڼا او تيارې يو جال جوړ شوی و‪ ،‬هغه پوهه شوه‪ ،‬چې شپه ډېره تېره شوې ده‪ ،‬د هغې سره وې ره پيدا ش وه‪ ،‬چې‬
‫که همدا حال وي‪ ،‬نو تر سحره به يې سترگې سره ورنه شي‪ ،‬بيا څمالسته‪ ،‬لوپټه يې په ځان خوره کړه‪ ،‬ي و اس وېلی يې وک ړ‬
‫او سترگې يې پټې کړې‪ ،‬د خوب راوستو کوشش خوب تښتوي‪ ،‬بيا په تېره په داسې حال کې ‪ ،‬کوم چې د گلرخ و‪ ،‬هغه بيا د‬
‫خيال په دنيا کې د اکبرخان سره ملگرې شوه‪ .‬د هغه د لوړدنگ قد په چنار کې يې معصومې مينې ټال واچوه‪ ،‬هغو دواړو د‬
‫دې دنيا نه ځان ته د مينې يوه بله رنگينه دنيا جوړه کړه‪ ،‬يوه داسې دنيا چې هلته بېلتون د هغ وی د مجلس ش مع او غمون ه د‬
‫هغوی د چمن گلونه وو‪ ،‬د هغوی اسوېلي د خوشحالۍ ورېځې او د ارمان اوښکې د نيسان (‪ )3‬څاڅکي وو‪ .‬چې د خيال سلسله‬
‫د خواهش په منشا روانه شي‪ ،‬اضطراب او بې قراري کډې واخلي‪ ،‬سکون او اطمينان مسکی شي‪ ،‬باطني حواس د انتشار ن ه‬
‫وزگار شي‪ ،‬د متفکرۍ د قوت نه بار لرې شي‪ ،‬د انسان په دنيا کې با قدعدگي پيدا شي‪ ،‬نو بس پ ه داس ې وخت کې د خ وب‬
‫نشه غالبه شي‪ .‬گل رخ خ دايزده چې کل ه وي ده ش وې وه‪ ،‬هغ ه هېڅ ل ه ځان ه خ بره ن ه ش وه او س حر چې محب وبې ورو ورو‬
‫رابيداره کړه‪ ،‬په يو هيبت سره يې سترگې پرانيستې او محبوبې ته يې وکتل‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬محبوبې! دا څه چل وشو‪ ،‬نمر را ختلی دی‪ ،‬زما نمونځ!‬

‫محبوبه‪ :‬وړې بي بي! نن دې ناوخته کړ‪ ،‬خان بهر موټر سموي‪ ،‬د وخته يې چای څښلی دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬نو زه تا ولې ويښه نه کړم؟‬

‫محبوبه‪ :‬ما دا زړورتيا ونه کړی شوه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬بيا فکر کوه‪ ،‬چې پوهه شې‪ ،‬چې لمونځ قضا کېږي‪ ،‬نو ما ارومرو ويښوه‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬ډېره ښه ده‪ ،‬مخ الس خو ووينځه‪ ،‬چای مې راوړی دی‪ .‬گلرخ ته محبوبې اوبه اچولې او په غلچکي نظ ر يې د‬
‫هغې مخ ته هم کتل‪ .‬محبوبه پوهه شوه‪ ،‬چې د گلرخ ناوخته پاڅېدل بې س ببه ن ه دي‪ ،‬هغې ت ه گل رخ پ ه دې ل ږو ورځ و کې‬
‫معلومه شوې وه‪ ،‬چې ډېر وختي به ويښېده‪ .‬محبوبه د گلرخ په اکربکر پوهه شوه‪ ،‬چې د هغې د ژوند په قصه کې څه ن وی‬
‫غوندې باب شروع شوی دی‪ .‬د مخ الس وينځلو نه پس گلرخ چ ايو ت ه کښېناس ته‪ ،‬خ و ال وروس تۍ پيال ه يې ن ه وه خالص ه‬
‫کړې‪ ،‬چې د بهر نه د سليم غږ راغی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬محبوبې ‪ ...‬گلرخ ناسته ده که نه؟ دا يې وويل او دننه راغی‪ ،‬چې گلرخ ته يې وکتل‪ ،‬مسکی شو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬خورکۍ دا ولې؟ جوړ اوس راويښه شوې؟‬

‫‪3‬‬
‫‪ -‬نيسان د پسرلي دويمه مياشت‪.‬‬

‫‪44‬‬
‫گلرخ‪ :‬هو کنه الال! نمونځ مې هم قضا شو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬دومره وچه کلکه شېخي مې هم خوښه نه ده‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬که د دين په کارکې دې فلسفې ته ځای ورکړ‪ ،‬زه به درنه مروره شم‪ .‬سليم په خندا شو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬بيا هم د ښځو زړه تنگ وي کنه‪ .‬په دې خبره د محبوبې وروځې هم وخوځېدې او گل رخ خ و د غص ې ن ه ټوټک ه‬
‫شوه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬دا د انگري زي تعليم اث ر دی‪ ،‬زه گ ورم چې ورځ پ ه ورځ دې ژب ه پ ه داس ې خ برو اموخت ه ک ېږي‪ ،‬زم ا خ و د‬
‫انگريزۍ د زده کړې نه توبه! دا يې وويل او د چايو پياله يې په پتنوس کې کېښوده‪.‬‬

‫سليم‪ :‬خورکۍ نن بې خوبه شوې يې‪ ،‬دماغ دې په ځای نه دي‪ ،‬اوس د لمونځ د قضايۍ کفاره ادا کوې ‪ ...‬ښه کوې‪ ،‬د دين‬
‫ملگرتيا او حمايت د هر مسلمان فرض دی‪ ،‬خو پا څه! تياری کوه‪ ،‬موټر تيار دی‪ ،‬اکبرخان به منتظر وي‪.‬‬

‫د اکبرخان نوم د گلرخ په پارېدلو خياالتو او جذباتو کې سکون پيدا کړ‪ ،‬د دين د ملگرتيا وسله يې کېښ وده او د کټ ن ه‬
‫والړه شوه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬محبوبې ته تياره يې؟‬

‫محبوبه‪ :‬هو وړې بي بي! زما څه تياری ده؟‬

‫گلرخ‪ :‬نه نه! داسې نه‪ ،‬ورشه ښه جوړه واغونده‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬نه نه وړې بي بي! زه! هلته د خدمتگارې په حيثيت روانه يم‪ ،‬اخر د بادار او نوکر فرق هم په کار دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ما درته پرون نه وو ويلي‪ ،‬چې د نوکر او بادار فرق د هغوی د کار نه معلومېږي‪ ،‬تلوار مه ک وه‪ ،‬ورش ه ج امې‬
‫بدلې کړه او زمونږ د وطن هغه سوغاتونه هم راواخله!‬

‫سليم‪ :‬هغه ما داول نه په موټر کې ايښي دي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬او ابا؟‬

‫سليم‪ :‬هغوی د وخته باالخانې ته تلي دي‪ ،‬هغوی نننۍ مېلمستيا ته ورتلل غوره نه کړل‪.‬‬

‫محبوبه الړه‪ ،‬جامې يې بدلې کړې او چې بهر راووته او گلرخ او سليم ورته وکتل‪ ،‬معصوم حسن يې په مخ لوبې کولې‪،‬‬
‫هغې د خور او ورور د نظرونو مقابله ونه کړای شوه‪ ،‬ورغله چپ ودرېده‪.‬‬

‫سليم‪ :‬راځئ چې ځو! سليم مخکې شو‪ ،‬گلرخ او محبوبه برقعې اغوستې ورپسې شوې‪ ،‬ټول موټر ته وختل او يو ساعت‬
‫پس د هغوی موټر د اکبرخان د کور په لويه دوازه ورننووت‪ .‬اکبرخان راغی او مېلمانه يې ډېر په عزت د موټر ن ه راک وز‬
‫کړل‪ ،‬د گلرخ مخ په برقعه کې پټ و او د هغې د بې قرارۍ نه دا معلومېدل‪ ،‬چې د اکبرخان په ليدو يې د ارم ان ماش ومانو‬
‫شور شر جوړ کړی دی‪ .‬د اکبرخان کور څه و‪ ،‬يوه ښکلې بنگله وه‪ ،‬گېرچاپېر ترې يو ل وی د خښ تو دي وال و‪ ،‬د ک ور ن ه‬
‫گېرچاپېره د کبلو چمن و او په هغه کې د گالنو د کروندې دپاره وړې وړې تختې ج وړې وې‪ .‬د ک ور ن ه ي و د لس و ک الو‬
‫ښکلی هلک راووت‪ ،‬په دو دو راغی او سليم ته يې سالم وکړ‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬نسيم خان دې وليده‪ ،‬سليمه!‬

‫‪45‬‬
‫سليم‪ ،‬نسيم خان په غېږ کې ونيو‪ ،‬کښل يې کړ او په شا يې وټپوه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ډېر زر لوی شوی دی‪ ،‬سبق وايي؟‬

‫اکبرخان‪ :‬هو! په شپږم کې دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬د ده نه خو به خاکسار نه جوړوې؟ په دې خبره سليم او اکبرخان دواړو وخندل‪ .‬س ليم د اکبرخ ان س ره حج رې ت ه‬
‫الړ‪ ،‬گلرخ او محبوبه د نسيم خان سره دننه الړې‪ .‬د کور په وړومبۍ دروازه کې حليمه والړه وه‪ ،‬ورپسې گل اندامه او د گل‬
‫اندامې په څنگ کې صفيه په يوه نصواري ساړۍ کې والړه وه‪.‬‬

‫چې حليمې گلرخ وليده‪ ،‬بې اختياره يې ترغاړه کړه‪ ،‬گلرخ يې پښو ته ښ کته کې ده‪ ،‬خ و حليمې پرېنښ وده‪ .‬بيا يې د گ ل‬
‫اندامې سره کلکه جوړ تازه وکړل‪ .‬صفيه شرمگيره غوندې والړه وه‪ ،‬خو د گلرخ ښايست به کله کله د هغې په مخ د حيرانتيا‬
‫عالمې ښکاره کړې‪ ،‬گلرخ د ستړې مشي نه پس د حليمې او گل اندامې سره د خپلې خدمتگارې محب وبې تع ارف هم وک ړ او‬
‫بيا يې صفيې ته وکتل‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ترور بي بي! صفيه خور خو به مې دا نه وي؟‬

‫حليمه‪ :‬همدغه ده کنه! وئ بچۍ صفيې‪ ،‬ته ال هغسې چپ والړه يې‪ ،‬دا درې ورځې خو دې زمونږ غوږونه خوړلي دي‪،‬‬
‫چې هله ادې او هله ادې! گلرخ خور مې راوله‪ ،‬کله ب ه راځي او کل ه ب ه راځي؟ گل رخ ور دو ک ړل‪ ،‬د ص فيې س ره ترغ اړه‬
‫شوه‪ .‬صفيه د خپل ورور اکبرخان د تصوير دويم اړخ و‪ .‬هم هغ ه دنگ ه ون ه‪ ،‬س ور س پين مخ‪ ،‬غ ټې غ ټې خم اري س ترگې‪،‬‬
‫سوربخن وېښته‪ .‬گلرخ د صفيې د کړو وړو د ليدو نه پس‪ ،‬د هغې سره په غاړه وتو کې يو بوږن شان محسوس کړ‪ ،‬هغې ت ه‬
‫اکبرخان والړ ښکارېده‪ ،‬زړه يې نه غوښتل‪ ،‬چې د صفيې د غاړې نه الس راښکاږي‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬راځئ بچۍ! چې د ننه ځو‪ .‬گلرخ د صفيې د غاړې نه الس ووېستل‪ .‬حليمه مخکې شوه او نورې ورپس ې ش وې‪.‬‬
‫د مکان په مينځ کې يوه کوڅه غوندې تېره وه‪ ،‬يو خوا بل خوا ترې کمرې وې‪ ،‬ټولې يوې لويې کمرې ته ور ننوتې‪ .‬د هغ ه‬
‫طرف نه د اکبرخان پالر اسلم خان راغی‪ ،‬چې د گلرخ نظر پرې پرېووت‪ ،‬بې اختيازه يې د برقعې پلوته هڅه وکړه‪ ،‬خ و بيا‬
‫يې الس ښکته کړ‪ ،‬هغې مخ پټ نه کړ‪ ،‬څه نوي خيال د هغې الس ونيو‪ ،‬هغې پ ه دويم نظ ر کې دا راي ه قايم ه ک ړه‪ ،‬چې دا‬
‫سړی د اکبرخان د پالر نه سوا بل هېڅوک نه دی‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬د صفيې بابا! دا ده گلرخه بچۍ مې راغلې ده‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬هر کله راشې بچۍ! هر کله راشه! گلرخ هېڅ ونه ويل‪ ،‬خو پښو ته يې ښکته شوه‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬دا د پښو پرېوتل زما لپاره نوی دستور دی‪ ،‬زمونږ پ ه زمان ه کې دا روا جون ه ن ه وو ‪ ...‬ص فيې بچۍ س تا دا‬
‫خور خو ستا په څېر نه ده‪ ،‬نه په خوی؛ نه په جامه‪ ،‬صفيې هېڅ ځواب ورنه کړ‪ ،‬س ر يې ښ کته ک ړ او مځکې ت ه يې کت ل‬
‫شروع کړل‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬ولې دې سر ټيټ کړ‪ ،‬وکسه کنه‪ ،‬سمې د پښتنو ويړکيو جامې يې اغوس تي دي‪ ،‬دا تيل ه دارې ک ېړۍ ورس ره‬
‫څومره ښکلې برېښي‪ ،‬متل دی چې څنگه تړه هغسې کربوړی او ته دې‪ ،‬دې خپل و پيش ني ج امو ت ه وکس ه‪ ،‬يې د غ ره ش ډله‬
‫اپريدۍ او پېښې د ميمانو کوې؟‬

‫صفيې سر ښکته کړی وه‪ ،‬هېڅ يې نه ويل‪ ،‬د پالر په خبرو يې د گلرخ پ ه مخکې څ ه ن ه څ ه د انفع ال ت أثرات پ ه مخ‬
‫ښکارېدل‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬کاکا! صفيه خور خو په دې جامو کې ډېره ښه ښکاري‪.‬‬

‫‪46‬‬
‫اسلم خان‪ :‬وۍ‪ ،‬تا ته هم دا جامه په سترگو کې ښه وبرېښېده‪ ،‬پام کوه بچۍ! چې پ ه دې غم ځ ان اخت ه ن ه ک ړی‪ ،‬د دې‬
‫پيشن سره نور دومره غمونه دي‪ ،‬چې د سره خالصېږي نه‪ ،‬س ينگاربکس‪ ،‬پ وډر‪ ،‬د دروازې د تم بې ه ومره آئين ه‪ ،‬د ش پې‬
‫جامې جدا‪ ،‬د ورځې جدا‪ ،‬د خوراک د وخت جامه جدا‪ ،‬دا يې لپ سټک او دا يې ‪...‬‬

‫حليمه‪ :‬يه سړيه! دا دې څه قصې ونښلولې‪ ،‬پرېږده چې مېلمنې دننه الړې شي‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬رښتيا دې وويل‪ ،‬د صفيې مورې! فکر مې نه و‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬کاکا! د نننۍ زمانې همدغه حال دی نو‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬رښتيا وايې بچۍ! زه هم صفيه ځکه نه شم منع کولی‪ ،‬چې د اوسني پيشن سېالو ټول خلک پ ه مخ ه اخيس تي‬
‫دي‪ ،‬که د چا يوه ژاړې او بله يې خاندي‪ ،‬خو پکې بهېږي به‪ .‬ما که ډېر او ډېر زيات ځان ترې ساتلی‪ ،‬خ و بيا هم کل ه کل ه‬
‫بائېسکوپ ته الړ شم‪ ،‬زمانې دي تېريږي‪ ،‬خو يره پخوانۍ څه ورځې شپې وې‪ ،‬د سترگو په رپ کې تېرې شوې‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬يه سړيه وشوه! الر پرېږده‪ ،‬ورچنې مېلمنو ته وېرشه!‬

‫اسلم خان‪ :‬پهو‪ ،‬زما خو فکر نه مېلمانه وتلي وو‪ ،‬سليم خان راغی؟‬

‫حليمه‪ :‬هو! راغی‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬ښه ده‪ ،‬بچۍ! زه به اوس ورشم‪ ،‬چې خپه نه شي‪ ،‬دېو ((مونږ)) س اده پښ تانه ي و‪ ،‬د ص فيې م ورې! چې بچۍ‬
‫مې در نه خپه نه شي‪ .‬دا يې وويل او بهر ته روان شو‪ .‬حليمې گلرخ ته د راتلو اشاره وک ړه او ي و س اعت پس د ي وې کم رې‬
‫دروازې ته ودرېده‪ ،‬دروازه يې بېرته کړه او بيا يې گلرخ ته د راتگ اشاره وکړه‪ .‬گلرخ چې دننه ورغل ه‪ ،‬د ک وټې زينت او‬
‫ښکال ته حيرانه پاتې شوه‪ .‬دا کوټه د نوي تهذيب په طريقه جوړه شوې وه‪ ،‬په ديوالونو ډول ډول تصويرونه‪ ،‬يوه لوي ه ق د آدم‬
‫آئينه‪ ،‬په فرش ايرانۍ قالين‪ ،‬په يو مېز ريډيو سټ او په يو قط ار کې څل ور آرام کرس ۍ‪ ،‬گل رخ پوه ه ش وه‪ ،‬چې ص فيه پ ه‬
‫مغربي تهذيب مېينه ده‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬بچۍ! دا د صفيې کوټه ده‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬راځه خورې دلته کې نه! گلرخ په يوه کرسۍ کښېناسته او بيا يې په کمره کې يو خوا بل خوا ته نظ ر وځغالوه‪،‬‬
‫مخامخ په دېوال يې د اکبرخان تصوير وليد‪ ،‬گلرخ محسوس کړل‪ ،‬چې تصوير هم هغې ته گوري‪ ،‬ن زدې و‪ ،‬چې گل رخ ځ ان‬
‫په لوپټه کې نغښتی وای‪ ،‬خو دا ناڅاپي جذبه يې داسې وزغمله‪ ،‬چې د بې قرارۍ نښانې يې په مخ ښکاره نه شوې‪ ،‬ولې سره‬
‫د دې هم‪ ،‬د هغې په مخ چې کوم نازک تا ثرات پيدا شوي وو‪ ،‬د نفسياتو د يو م اهر ن ه‪ ،‬ن ه ش و پټې دی‪ .‬ص فيې د گل رخ دا‬
‫حالت ترډېره حده محسوس کړ‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬دا مې د دادا د کالج د وخت تصوير دی او هغه کنج سره نزدې يې اوسنی تص وير دی‪ ،‬د ي و خاکس ار پ ه حيثيت‬
‫کې‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬هو! ماته سليم الال د هندوستان او سرحد د سياسي ټولگو خبرې کړې دي‪ ،‬خو د الال نظري ه د هغ و ټول و ن ه ج دا‬
‫غوندې ده‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬بچۍ! خپه کېږه مه‪ ،‬زه اوس درنه ځم‪ ،‬چې څه کار روزگار وکړم‪ ،‬که وايې‪ ،‬نو گل اندامه به د ک ار دپ اره دلت ه‬
‫راولېږم‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬نه بي بي! د وړو بيبيانو کار ته زه موجوده يم‪ ،‬صفيې د تالش يو تېز نظر په محبوبې واچوه‪.‬‬

‫‪47‬‬
‫صفيه‪ :‬گلرخ! دا جينۍ څوک ده؟‬

‫گلرخ‪ :‬دا زما نوې نوکره محبوبه‪ ،‬بهر دې ونه ليده‪ ،‬ډېره اليقه او هوښياره ده‪ ،‬هر قسم تپوس ترې کولی شې‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬تعليم يافته ده؟‬

‫گلرخ‪ :‬ما ته خو همداسې ښکاري‪ ،‬خو پخپله انکاري ده‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬محبوبې! بي بي دې څه وايي؟‬

‫محبوبه‪ :‬د لويو خلکو لوی خياالت دي‪ ،‬گنې زه څه يم‪ ،‬ځان را ته معلوم دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬صفيې خورې! پوهه شوې په دې فقره يې؟ د دې فقرې صافه ترجمه ده‪ ،‬چې من آنم که من دانم‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬رښتيا دې وويل‪ ،‬زه به محبوبې ته يوه مهذبه پېغله ووايم‪ ،‬په دې شرط‪ ،‬که هغې ته پېغله ويل جايز وي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬جايز څه چې فرض عين دي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ښه! ډېره ښه ده‪ ،‬خو يو څيز پکې ما هم په گوته کړ‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬څه؟‬

‫صفيه‪ :‬محبوبې پخوانی عمر په ناز او نعمت تېر کړی دی او زما په شان يې څه موده د مغربي فيشن سره هم پ ام غل ط‬
‫کړی دی‪ .‬په دې خبره گلرخ د حيرانۍ په نظر محبوبې ته وکتل‪ ،‬خو هغې د محبوبې په کړه وړه د مغ ربي فيش ن پ اتې ش وي‬
‫آثار هېڅ محسوس نه کړل‪ ،‬صفيه د گلرخ په مطلب پوهه شوه‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬گلرخ خورې! ته پخپله د مغربي فيشن نه بې خبره يې‪ ،‬ځکه د محب وبې پ ه ک ړه وړه کې د مغ ربي فيش ن عالمې‬
‫نشې ليدی‪ ،‬خو زه يې گورم‪ ،‬ولې محبوبې؟‬

‫محبوبه‪ :‬بي بي زه ستاسو په خبرو نه پوهېږم‪ ،‬چې دا مغربي تازيب ال څه بال ته وايي‪ ،‬ويلی شي‪ ،‬چې چرگ ه د م الگې‬
‫په څټلو څه پوهېږي؟‬

‫صفيه‪ :‬گوره چې ځان يې ناجاڼه کړ‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬صفيه! ستا د دې خبرو نه معلومېږي‪ ،‬چې مغربي تهذيب ستا ډېر خوښ دی‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬په دې کې څه شک دی؟ سره د دې چې بابا او دادا مې دواړه د دې مخالف دي‪ ،‬بيا هم ما س ره د مغ ربي ته ذيب‬
‫دومره شوق دی‪ ،‬چې زه يې پرېښودی نه شم‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬زه په خپله د يو ملک په تهذيپ اعتراض نه کوم‪ ،‬ځکه چې د هر ملک ته ذيب د هغ ه مل ک د اوس ېدونکو دپ اره‬
‫ښه او امتيازي حيثيت لري‪ ،‬خو ستا نه دا تپوس کوم‪ ،‬چې ستا پکې څه فاېده ده؟‬

‫صفيه‪ :‬زه به يې درته په لنډو الفاظو فائده بيان کړم او هغه دا چې د مغرب د خلکو په نوره دنيا تسلط‪ ،‬د ترقي يافت ه ذهن‬
‫داسې خبرې دي‪ ،‬چې د هغوی تهذيب د فائدې نه ډک ثابتوي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬د يو تهذيب په بل تهذيب غالب کېدل‪ ،‬د هغه بهتري ن ه ث ابتوي‪ ،‬بلکې دا ث ابتوي‪ ،‬چې د ايش يا خلک و خپ ل اص ل‬
‫تهذيب پرې ايښی دی‪ ،‬ځکه پرې مغربي تهذيب اثر وکړ‪.‬‬

‫‪48‬‬
‫صفيه‪ :‬بيا هم زما خبره ثابته شوه‪ ،‬زه هم دا وايم‪ ،‬چې زمونږ خپل تهذيب د دې قابل نه و پاتې‪ ،‬چې مونږ د ت رقۍ ب ام ت ه‬
‫وخېژوي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬نه خورې! داسې وايه‪ ،‬چې مونږ د دې قابل نه يو پاتې‪ ،‬چې د خپل پښتني او اسالمي تهذيب نه فائده واخلو‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬چې يو تهذيب د هر اړخ نه بشپړ وي‪ ،‬هغه د چا له پامه هېڅکله نه بدېږي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬يعنې ستا په خيال زمونږ اسالمي او پښتني تهذيب مکمل نه و‪ ،‬ځک ه مغ ربي ته ذيب پ رې غ الب ش و‪ ،‬ص فيې پ ه‬
‫خوله څه ونه ويل‪ ،‬خو د مسکو سترگو نه يې معلومېدل‪ ،‬چې د هغې همدغه خيال دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬په دې اصولو سره خو بيا مغربي تهذيب هم د عيسائيت ته ذيب ن ه دی‪ ،‬د عيس ائيت موج وده اص ول خ و د حقيقي‬
‫عيسائيت اصول نه دي‪ .‬ښه ته ووايه‪ ،‬چې که د مغرب خل ک د حض رت عيس ی ((ع)) پ ه دې ق ول عم ل وک ړي‪ ،‬چې ((ک ه‬
‫څوک په يو مخ چپېړه درکړي‪ ،‬نو بل طرف هم وروړاندې کړه))‪ ،‬هغوی به په دنيا کې يوه ذره سياسي اقتدار پيدا کړي؟‬

‫صفيه‪ :‬تا خبره مذهب ته يووړه او زه د دې قسمه بحث نه تښتم‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬حقيقت همدا دی‪ ،‬چې مذهب د تهذيب پالر دی‪ ،‬د دنيا ټول تهذيبونه د تېرو شوو مذهبونو نقشې دي‪ ،‬دا جدا خ بره‬
‫ده‪ ،‬چې خلکو پکې څه نه څه تصرف کړی دی‪ ،‬خو د پښتنو چې مغربي تهذيب خ وښ دی‪ ،‬ن و د دې وج ه دا ن ه ده‪ ،‬چې پ ه‬
‫اسالمي تهذيب کې څه فايده نشته‪ ،‬بلکې اسالمي تهذيب پښتنو پرې ايښی دی او د هغه دا اثر شوی دی‪ ،‬چې پښ تانه د آزادۍ‪،‬‬
‫علم‪ ،‬او د خپل پخواني شجاعت نه خالي شوي دي او دا قاعده ده‪ ،‬چې کوم يو قام په خپله د هر اړخ نه پرېوځي‪ ،‬هغ ه د خپل و‬
‫گاونډي ملکونو او بيا په تېره د فاتح قامونو هر رواج په خوشحالۍ قبلوي‪ ،‬د کمترۍ احساس خ و پيدا پکې ځک ه ش ي‪ ،‬چې‬
‫خپل تهذيب پرېږدي او بيا د خپل حاکم قام هره ادا ورته ښکلې ښکاري‪ ،‬دا دې نه دي اورېدلي چې‪:‬‬

‫هر عيبی که سلطان بپسندد هنر است‬

‫گنې ته ووايه‪ ،‬چې ستا دا ساړۍ د پښتنو ښځو په پړوني څه فوقيت لري؟‬

‫صفيه‪ :‬او ستاسو دا لباس؟‬

‫گلرخ‪ :‬هېڅ نه‪ ،‬دا خو ما درته اول ويلي دي‪ ،‬چې د يو قام تهذيب د هغه دپاره ډېر ښه دی‪ ،‬ولې دا ضروري نه ده‪ ،‬چې‬
‫پښتون دې خپل تهذيب پرېږدي او د مغربي تهذيب په څپو کې دې وبه ېږي‪ .‬زه دا منم‪ ،‬چې پ ه ي و ق ام کې ه نر وي‪ ،‬هغ ه‬
‫ترې اخيستل پکار دي‪ ،‬ولې د ړوند په شان خپله امسا بل ته ورکول څه پکار؟ پښتون تر هغه پښ تون دی‪ ،‬چې د خپ ل ته ذيب‬
‫پانگه لري او چې کوم وخت هغه د بل قام تهذيب غوره کړ‪ ،‬حقيقي پښتون نه شي پاتې کېدی‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬که زه دا قسمه جامې خوښوم‪ ،‬نو دا زما په تهذيب څه اثر غورځولی شي؟‬

‫گلرخ‪ :‬مذهب په جامه هېڅ اعتراض نه کوي‪ ،‬خپل قامي تهذيب ستا نه دا مطالبه کوي‪ ،‬چې ته هغه ته په سپک نظر ونه‬
‫گورې‪ .‬ښه زه ستا نه دا تپوس کوم‪ ،‬چې ته په دې جامو کې ‪ ،‬په تيراه کې څه گوزاره کوې؟‬

‫صفيه‪ :‬هلته خو ډېره گرانه گوزاره ده‪ ،‬هلته خو زه دا جامه نشم اغوستی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬خبره صفا شوه‪ ،‬چې ستا قام دا څيز نه خوښوي‪ ،‬نو ته يې هم مه خوښ وه‪ .‬ي و ف رد ت ه پک ار دي‪ ،‬چې پ ه ملت کې‬
‫ځان فنا کړي‪ ،‬جز و هلته د کليت رنگ پيدا کړي‪ ،‬چې د کل سره متفق شي او بيا دا چې ته پ ه مغ ربي لب اس کې څ ه دويم ه‬
‫صفيه خو نشې جوړېدی‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬هر څه چې وي‪ ،‬نو زما زړه دا غواړي نو‪.‬‬

‫‪49‬‬
‫گلرخ‪ :‬اوس دې الزام په زړه غريب ولگوو‪ ،‬چې زه درته يوه خبره وکړم‪ ،‬تا ته به معلومه وي‪ ،‬چې ريا ډېر خراب څ يز‬
‫دی‪ ،‬خو همدغه شان د ځان ښودنې خواهش هم فطري دی‪ ،‬په مځکه کې چې د تخم دانه خپل پټ قوتون ه راغون ډ ک ړي‪ ،‬ن و‬
‫تېغ ووهي‪ ،‬د هغه سر بهر ته راوېستل د ځان ښودنې ړومبی کوښ ښ وي‪ ،‬بيا ورو ورو وده ک وي او چې ط بيعي ت رقي يې‬
‫ختمه شي‪ ،‬نو د خپل تکميل ښودنه د گلونو په رنگ کې ښکاره کوي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬پوره فلسفه دې شروع کړه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬زما خبره مه تاال کوه کنه‪ ،‬په دې کې گل اندامې په يو تغار کې تازه مېوه راوړه‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬بس ترور! اوس يې ماته پرېږده‪.‬‬

‫گل اندامه‪ :‬ډېر به ښه وي‪ ،‬گل اندامه واپس الړه او محبوبې تغار ته الس کړ‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬هغه سټول را نزدې کړه محبوبې!‬

‫محبوبه‪ :‬اوس دا دی ټول انتظام کوم‪ ،‬محبوبې د مېوې تغار د سټول دپاسه کېښود‪ ،‬بيا يې اوچت کړ‪ ،‬د گلرخ او صفيې‬
‫په مينځ کې يې کېښود او په خپله په فرش کښېناسته‪ .‬گلرخ د آم يوه ترازه اوچته کړه او ويې څکله‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ښه نو‪ ،‬ما دا ويل‪ ،‬چې د ځان ښودنې خواهش فطري دی او بيا دا خواهش د هر څه نه زيات په انس ان کې دی او‬
‫په انسان کې هم د دې خواهش لويه برخه د ښځې په نصيب رسېدلې ده‪ ،‬صفيه بې اختياره په خندا شوه‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬راغلې کنه د مطلب ټکي ته‪.‬‬


‫گلرخ‪ :‬او بيا ښځه د ُکلُّ َج ِدي ٍد لَ ِذ ٌ‬
‫يذ ډېره پابنده ده‪ ،‬که د کومې همزولې سره يې نوی زېور وليد‪ ،‬نو دا يې هم د ځ ان دپ اره‬
‫د اخيستو تکل کوي‪ ،‬د مغرب تهذيب خو يو عجيبه نوی څيز و‪ ،‬هغ ه ب ه ولې ت رې پ اتې کې ده‪ ،‬پ ه دې فيش ن کې ب ه ص فيه‬
‫خور‪ ،‬خلکو ته د خپل اصلي ښايست نه دوه درې برخې زياته ښايسته ښکاره شوې وي‪ ،‬څنگه؟‬

‫صفيه‪ :‬د زېور خبره دې وکړه‪ ،‬په مغ ربي فيش ن کې دا ي و ک ار ډې ر ښ ه دی‪ ،‬چې ښ ځې پکې فض ول ک الي زې ور ن ه‬
‫استعمالوي‪ ،‬پوزه غوږونه نه سوري کوي‪ ،‬په دې سره يو غير ضروري بار د وجود نه لرې شي‪ .‬د مېښې په شان پېزوان‪،‬‬
‫په غوږونو کې والۍ‪ ،‬ته به وايې‪ ،‬چې پېغله لگيا ده‪ ،‬خپله گوش مالي پخپل ه ک وي‪ .‬د الس ونو ک ړۍ‪ ،‬پ وره پ وره هتک ړۍ او‬
‫پايزېب يې زولنې او بېړۍ وي‪ ،‬چې په الره روانه وي‪ ،‬د گ اڼې ش ور يې د خلک و توج ه ځ ان ت ه رااړوي‪ ،‬پ ه ش لونو وږي‬
‫نظرونه ورپسې هڅه وکړي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬بيا دې زما د خبرې تائيد وکړ کنه‪ ،‬ما درت ه ن ه دي ويلي‪ ،‬چې د ځ ان ښ ودنې خ واهش پ ه ښ ځه کې د س ړي ن ه‬
‫زيات دی‪ ،‬ځکه خو اسالم د ښځو د داسې کار مخالفت کړی دی‪ ،‬د ښ ځو دپ اره د کښ لو ج امو او گ اڼو س ره د س ړو ل ه مخې‬
‫تېرېدل منع دي او بيا په مغربي تهذيب کې خو هډو د ښځې پرده نشته‪ ،‬نو د زېورو شور څه معنی لري‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬خورې! ته د مغربي تهذيب نه واقفه نه يې‪ ،‬يو څو سرسري خبرې به دې اورې دلي وي‪ ،‬دغ ه وج ه ده‪ ،‬چې فائ ده‬
‫يې هم درته نه ده معلومه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬که په مغربي تهذيب کې څه داسې خبرې وي‪ ،‬چې زم ا کمی پ وره ک ولی ش ي او هغ ه زم ا د اس المي او پښ تني‬
‫تهذيب نه خالفې نه وي‪ ،‬نو زه به يې په ډېره خوشحالۍ قبولې کړم‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬په دې خبرو کې اسالم مه داخلوه‪ ،‬دا خو زمونږ عامې دنياوي خبرې دي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬معلومېږي چې تا قرآن نه دی لوستی او که لوستی دې وي‪ ،‬نو د معنی نه يې بې خبره يې‪.‬‬

‫‪50‬‬
‫صفيه‪ :‬ستا خيال صحيح دی‪ ،‬خو په دې کې زما څه قصور دی؟‬

‫گلرخ‪ :‬بې شکه په اول کې خو دا قصور ستا د مور او پالر وو‪ ،‬خو اوس ستا قصور دی‪ ،‬ځکه چې ته اوس هوښياره او‬
‫قابله يې‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬اوس لږه غوندې گرانه ده‪ ،‬خو ما د ديني ضروريا تو دپاره د دينيات اردو رسالې ساتلې دي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬نو معلومه دا شوه‪ ،‬چې ته صرف د پنځه بناءو زده کول غواړې‪ ،‬د اسالم په کامله فلسفه ځان نه پوهوې‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬اسالم د يو څو عقايدو نوم دی او هغه د زړه سره تعلق لري‪ ،‬پاتې شول عادات‪ ،‬نو هغه په سر س ترگو منم او چې‬
‫وس مې رسي‪ ،‬لمونځ اودس هم کوم‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬خير دا هم غنيمت دی‪ ،‬زه درسره پوره پوره بحث کول نه غواړم‪ ،‬ځکه چې زما مطالعه محدوده ده‪ ،‬ما تراوس ه د‬
‫مغربي دنيا د خياالتو پوره مطالعه نه ده کړې‪ ،‬کوشش کوم‪ ،‬چې اردو او انگريزي زده کړم‪ ،‬صفيه ډېره خوشحاله شوه‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬دا خو به زما د زړه کار وشي‪ ،‬که وايې چې د ټيوشن انتظام درته وکړم‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ټيوشن څه ته وايي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬يعنې چې سبق در زده کړي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ښه! ټيوشن زده کړې ته وايي‪ ،‬خير گورو به‪ ،‬فی الحال خو ماته الال انگريزي اردو ښايي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬زما خط خو به هغه نه وي کتلی‪ ،‬ماته د پښتو رسم الخط نه راځي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬هغه ته ما اجازت ورکړی و‪ ،‬چې ستا خط ولولي‪ ،‬مونږ دواړو ډېر افسوس وک ړ‪ ،‬چې ي وه پښ تنه پېغل ه‪ ،‬س ره د‬
‫دومره پوهې د خپلې مورنۍ ژبې د رسم الخط نه بې خبره ده‪ ،‬خو دا ووايه‪ ،‬صفيې! چې هغه شعرونه ستا خپ ل وو؟ د ص فيې‬
‫په مخ د يوې کچه خندا اثرات ښکاره شول‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ولې؟ څنگه وو؟‬

‫گلرخ‪ :‬الال د لومړي شعر ډېر زيات تعريف وکړ او د دويم؟‬

‫صفيه‪ :‬ولې چپ شوې؟ د دويم په هکله يې څه ويل؟‬

‫گلرخ‪ :‬تا ته خو به ورور ذکر کړی وي‪ ،‬چې سليم ډېر لوی او مشهور فلسفي شاعر دی‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ماته يې ذکر خو کړی دی‪ ،‬ولې ما يې تراوسه شعرونه نه دي اورېدلي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬د دې يو وجه دا هم کيدای شي‪ ،‬چې ته به د پښتو اخبارونه نه گورې‪ ،‬ټوله ژړا همدغه ده‪ ،‬چې خپله ژبه مو پ رې‬
‫ايښې ده او د غيرو ژبو زده کړې ته مو مال تړلې ده‪ ،‬دا د خپلې ژبې سره انصاف نه دی‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ويلی شي‪ ،‬چې زمونږ په ژبه کې ادبي ذخيره نشته‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬دا دې څه غلطه خبره وکړه‪ ،‬داسې ووايه‪ ،‬چې پښتانه د دې راغونډولو ته وزگار شوي نه دي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ولې؟‬

‫‪51‬‬
‫گلرخ‪ :‬دښمنانو هېچرې په قرار نه دي پرې ايښي‪ ،‬گنې زما دا دعوه ده‪ ،‬چې پښتو د ټولو ژب و ن ه زړه ژب ه ده‪ ،‬د نن ن ه‬
‫درې زره کاله پخوا هم پښتو ويل کېده‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ما خو تراوسه همدغه اورېدل‪ ،‬چې پښتو کې ادبي ذخيره نشته‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬دا زمونږ د فيرنگي حکومت د پروپېگنډې کمال دی او زمونږ د کمترۍ د احساس لعنت‪ ،‬صفيې که ستا پ ه ش ان‬
‫هر قابل پښتون دا عذر بيان کړي‪ ،‬چې زمونږ په ژبه کې ادبي ذخيره نه شته‪ ،‬د دې دپ اره زه هم خپ ل قيم تي وخت پ رې ن ه‬
‫ضايع کوم‪ ،‬نو دا څومره ادبي جرم او د خپل ملت په مرۍ چ اړه راښ کل دي‪ ،‬زم ا خيال دی‪ ،‬چې ت ا د خپل و ملي ش اعرانو‬
‫دېوانونه هم نه دي کتلي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬بالکل نه! او هسې سرسري مطالعه‪ ،‬په مطالعه حساب نه ده‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬اوس ته ووايه‪ ،‬چې دا گناه د پښتو ادب شوه‪ ،‬که ستا؟ محبوبې هغه سامان څه شو؟‬

‫محبوبه‪ :‬هغه خو سره د قالينې‪ ،‬مشرې بي بي يووړ‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬خير زما خيال و‪ ،‬چې د ځان سره مې د خوش حال خ ان باب ا دې وان راوړی دی‪ ،‬خ و معلوم ه ش وه‪ ،‬چې ک ور کې‬
‫پاتې شوی دی‪ .‬هغه په قندهار کې چاپ شوی دی او که ودې لوست‪ ،‬خوښ ب ه دې ش ي‪ ...‬زم ا خ و فک ر ن ه وه‪ ،‬نس يم خان ه‬
‫واخله‪ ،‬دا يو ام ستا شو‪ ،‬نسيم خان له شرمه سر ښکته کړ‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬واخله وروره! وخوره‪ ،‬نسيم خان ام واخيست‪ ،‬خو د صفيې د دې سره محبوبې ته هم فکر شو‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬محبوبې واخله ته هم‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬نه بي بي مهرباني‪ ،‬زه نه خورم‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ولې نه خورې؟‬

‫محبوبه‪ :‬ما ته په نهرې مېوه څه فايده نه راکوي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬په دې تازه مېوو کې ويټامين ډېر زيات وي‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬هن‪ ،‬زه پوهه نه شوم بي بي؟‬

‫صفيه‪ :‬په مېوو کې چې کوم ظاقتور عنصرونه موجود دي‪ ،‬د هغ و دپ اره د دې زم انې پوه انو ډاک ټرانو دا ن وم مق رر‬
‫کړی دی‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬په دې به تعليم يافته خلک پوهېږي‪ ،‬زه څه خبره يم بي بي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬نو په دې عنصرونو کې به غذائيت هم ضرور موجود وي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬شابسې! زما دغه مطلب وه‪ ،‬په نهرې هم فايده کوي‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬زه خو د هر څيز د خوراک په موقع خپل طبيعت ته گورم‪ ،‬چې طبيعت يو څيز نه خوښوي‪ ،‬د هغ ه فائ ده ب ه هم‬
‫نه وي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬طبيعت خو دوايي هم نه خوښوي‪ ،‬خو په هغه کې فايده وي‪ .‬د دې خبرې سره صفيې گلرخ ته په ي و داس ې نظ ر‬
‫وکتل‪ ،‬چې گوندې ما ډېره لويه علمي خبره وکړه او محبوبې د ځواب دپاره ځان تيار کړ‪ ،‬خو بيا څه فکر ورغی‪ ،‬چپ شوه‪.‬‬
‫‪52‬‬
‫گلرخ‪ :‬زما ستا دا ځواب خوښ نه شو‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ولې؟‬

‫گلرخ‪ :‬په غذا او دوايي کې ډېر فرق دی‪ ،‬دوايي د غ ذا پ ه ځ ای ن ه ش ي ورکول ه‪ ،‬بلکې د هغې م ادې دپ اره د م دافعت‬
‫طاقت پيدا کوي‪ ،‬د کومې نه چې د مرض ابتدا ش وې وي او تات ه ب ه دا خ بره معلوم ه هم وي‪ ،‬چې ک وم وخت دوايي ډې ره او‬
‫پرله پسې استعمال شي‪ ،‬نو د هغې نه د مرض مادې ته هېڅ نقصان نه رسي‪ ،‬ځکه چې کوم څيز مدامي شي‪ ،‬هغه غ ذا ش ي‪،‬‬
‫دوايي صرف بحران ته فايده رسوي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬بحران څه څيز دی؟‬

‫گلرخ‪ :‬هغه مدافعتي قوت ته وايي‪ ،‬کوم چې د مرض سره مقابله کوي او د مرض برخالف طبيعت ته مدد ورکوي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ته خو پوره طبيبه يې‪ ،‬خوښه دې نه ده‪ ،‬چې د ډاکټرۍ مطالعه هم وکړې‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬د طبي معلوماتو سره زما ډېر شوق دی او که ممکنه وه‪ ،‬نو زه به يې ضرور مطالعه وکړم‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬بي بي هغه د دوايۍ خبره خو پاتې شوه‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬وشوه محبوبې! ستا دپاره گلرخ ځواب وکړ کنه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ځواب وشو‪ ،‬ځکه چې په دوايۍ کې د غذائيت منشاء نه وي او نه ورسره طبيعت اش نا وي‪ .‬دوی پ ه دغ و خ برو‬
‫کې وې‪ ،‬چې د اکبرخان غږ راغی‪(( .‬ادې! مېلمانه ټول ساعت په ساعت را جمع کېږي‪ ،‬اورې که نه؟))‬

‫صفيه د کرسۍ نه پورته شوه او بهر ته ورغله‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ولې دادا څه وايې‪ ،‬مېلمانه راجمع کېږي؟ نو معلومېږي‪ ،‬چې ټول تراوسه نه دي راغلي؟‬

‫اکبرخان‪ :‬مطلب مې دا دی‪ ،‬چې مړۍ زرتياره شي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬دومره زر خو گرانه خبره ده‪ ،‬په تلي کې شړشم څوک زرغونولی شي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬خير خو چې گلرخ درنه خپه نه شي‪ ،‬په دې وينا يې په غږ کې يو ترنم پيدا شو‪ ،‬صفيې د مطلب په نظر ورور‬
‫ته وکتل‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬دادا! په گلرخ خور د غم الس نه رسي‪ ،‬داسې معلومېږي‪ ،‬لکه حواس او عناصر چې د هغې فرم ان ب ردار وي‪،‬‬
‫د راتگ سره يې په مونږ دومره اثر واچوه او دومره يې په ځان مئين کړو‪ ،‬چې اوس راته د عمر اشنا ښکاري‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬هغه نسيم خان څه شو؟ نسيم خان له دننه غږ وکړ ((دا يم دادا))‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ورچنې ولې نه راځې‪ ،‬مېلمانه دي‪.‬‬

‫نسيم خان‪ :‬درغلم دادا‪.‬‬

‫په دې دوران کې گلرخ ته د محبوبې فکر و او د اکبرخان خبرو چې کوم اثرات د هغې په مخ پيدا کول‪ ،‬هغې ټول ليدل‬
‫او چې کوم وخت يې د اکبرخان د واپس تگ ښکالو واورېده‪ ،‬نو د گلرخ د هغو ټولو خياالتو او ت اثراتو ي وه نتيج ه د هغې پ ه‬
‫مخ ښکاره شوه‪ .‬محبوبې کتل چې د گلرخ ضبط د بې قرارۍ سره مشت و گرېوان دی‪ ،‬چې صفيه دننه راغله او په خپل ځای‬
‫کښېناسته‪ ،‬د گلرخ په رنگ کې په يو ساعت کې د ځمکې اسمان فرق راغلی و‪ ،‬گلرخ هم پخپله کمزورۍ پوهه شوې وه او‬
‫‪53‬‬
‫کوشش يې کاوه‪ ،‬چې د هغې د حواسو نظام د ضبط او اعتدال د الندې راش ي‪ ،‬ي و مص نوعي ارږمی يې وک ړ‪ ،‬خ ولې ت ه يې‬
‫رومال ونيو‪ ،‬په کرسۍ کې په بله ډډه واوړېده‪ ،‬يوه پېغله غځونې يې وکړه او بيا يې ريډيو سټ ته گوته ونيوه‪ ،‬ستا په کم ره‬
‫کې دا ريډيو‌ډېر ښه دی‪ ،‬خو ته کوم کوم پروگرامونه خوښوې؟‬

‫صفيه‪ :‬زه سياسي تقريرونه‪ ،‬مشاعرې او ځنې ځنې ډرامې هم خوښوم‪ ،‬خو خبرونه په شوق اورم‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬کمره دې داسې ډکه کړې ده‪ ،‬چې د خپلو ضرورياتو کمی دې پکې نه ده پرې ايښی‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬زما هم دا خيال دی‪ ،‬چې کمره نزدې نزدې مکمله ده‪ ،‬که څه کمی وي پکې ‪ ،‬نو ووايه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬زما په خيال صرف د يو څيز کمی پکې شته!‬

‫صفيه‪ :‬د څه؟‬

‫گلرخ‪ :‬د يو جای نماز‪ ،‬گلرخ د دې خبرې سره په خندا شوه‪ ،‬محبوبې هم وخندل او صفيه لږه غوندې وشرمېده‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬د جای نماز سره يو مسواک هم پکار دی‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬هغه خو به ورسره وي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬تاته څه معلومه ده؟‬

‫محبوبه‪ :‬اکثر په پيشني کورونو کې هغه انگرېزي برشونه موجود وي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬گلرخ خورې! وادې ورېدل‪ ،‬چې ما درته ويل‪ ،‬چې محبوبه د مغربي فيشن سره اشنا ده‪ ،‬نو نه دې منل‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬نه بي بي! دا خبره نه ده‪ ،‬زه په يو کور کې مالزمه ومه‪ ،‬هلته مې دا څيزونه ليدلي دي‪.‬‬

‫په کور کې دننه د صفيې او گلرخ په خندا خوشحالۍ وخت تېرېده او بهر په يوه کمره کې د اکبرخان مېلمانه را جم ع‬
‫وو‪ .‬کله کله به د مېلمنو خندا ټوله کوټه په سر واخيسته‪ ،‬د اکبرخان پالر اسلم خان په يو کټ ناست و‪ ،‬د مېلمنو سره يې څ ه‬
‫په داسې مينه خبرې کولې او څه داسې ټوکې ټکالې يې کولې‪ ،‬چې مېلمانه د وخت د تگ نه هيڅ خبر ن ه وو‪ .‬د اکبرخ ان پ ه‬
‫خوا کې يو ميانه قدی غنم رنگ سړی ناست و‪ ،‬د خامتا يوه سپکه سپينه غوندې ټ وپۍ يې پ ه س ر وه‪ ،‬ن ورې ج امې يې هم د‬
‫خامتا وې‪ ،‬دا د کانگرس سرگرم کارکن عصمت هللا و‪ ،‬د عصمت هللا ن ه ل ږ پ ه څن گ ي و د دوه ويش تو ک الو پی مخی ځلمی‬
‫ناست و‪ .‬فراخه سينه‪ ،‬پلن تندی‪ ،‬د کړه وړه نه توريالی او د اوچتې او کلکې ارادې څښتن ښکارېده‪ .‬دا د احرارو يو هو ښ يار‬
‫او قابل ليډر‪ ،‬رفيق و‪ ،‬دا دواړه د اکبرخان د چوټي ياران وو او نن يې سليم ته هم د ي ارانې الس ورک ړی و‪ .‬ع امو خلک و ب ه‬
‫چې د رفيق‪ ،‬عصمت هللا او اکبرخان دوستانه تعلق اتو ت ه خيال وک ړ‪ ،‬ن و ح يران ب ه پ اتې ش ول‪ ،‬چې س ره د دوم ره سياس ي‬
‫اختالف‪ ،‬دا درېواړه څرنگه د يو بل سره پۍ او شکره دي‪ ،‬خو هغ وی هېچ رې د خيال اختالف د دوس تۍ پ اکې او س پيڅلې‬
‫جذبې ته نزدې نه پرېښود‪ .‬اوس هم هغوی د سياسي بحث ابتدا کړې وه‪ ،‬خو د هغوی يو خوږ دوست خان بهادر يوس ف خ ان‬
‫د مسلم ليگ النه وه را رسېدلی او د ټولو سترگې دروازې ته وې‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬په يو ملک کې ډېر سياسي جماعتونه پيدا کېدل د هغه قام د ژوند نښه ده‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬او همدغه څيز د يو قام يا ملک د پرېوتو ثبوت هم کېدی شي‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬دا رښتيا ده‪ ،‬خو چې په پرېوتي قام کې د سياسي جماعتونو ابتدا وشي‪ ،‬نو پوهېدل پکار دي‪ ،‬چې قام بيا د‬
‫ژوند غځونه وکړه‪ .‬ستا خبره به ما هله صحيح گڼله‪ ،‬چې په يو ترقي يافته قام کې درې قسمه ټولگي پيدا ش وي وی‪ ،‬پ ه ک وم‬

‫‪54‬‬
‫قام کې چې د ترقۍ او آزادۍ احساس پيدا شي‪ ،‬هغه د خپل ژوند دپاره الس پښې وهي او هم د دې کوشش رد عمل د مختلف و‬
‫ټولگو په صورت کې نتيجه څرگنده کړي‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬او په ډېرو قصابيانو کې غوا مرداره شي‪.‬‬

‫د کمرې فضا د خندا نه ډکه شوه‪ ،‬خو ال د خندا آهنگ ورک شوی ن ه و‪ ،‬چې خ ان به ادر يوس ف خ ان راورس ېد‪ ،‬ټ ول‬
‫دوستان له ځايه ورته پورته شول او د يوسف خ ان س ره يې ډې ره گ ړه ب ړه وک ړه‪ ،‬د س ليم س ره د يوس ف خ ان د اول ن ه هم‬
‫پېژندگلي وه او نن يې چې د اکبرخان سره وليد‪ ،‬ډېر خوشحال شو‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬دا ځلمی شاعر چې ما د کومه راهيسې ليدلی دی‪ ،‬زما زړه ورسره محبت او عقيدت شروع کړی دی‪ ،‬د دې‬
‫ځلمي اديب په تندي کې ماته د پښتون د ترقۍ او خوشحالۍ خندنی بخت ښکاري او زه د هغه پ ه کالم کې د پښ تون لپ اره‪ ،‬د‬
‫اتفاق او برکت زېری وينم‪.‬‬

‫سليم‪ :‬خان بهادر صاحب! دا ستاسو حسن ظن دی‪ ،‬تاسو مشران دې خدای لري‪ ،‬ستاسو دعا او ښه ت ربيت د ق ام د زلم و‬
‫ژوند دی‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬د يوسف خ ان دع ا خ و دا ده‪ ،‬چې خ دای دې انگري زي حک ومت ت ل ترتل ه ل ري او بچ و ت ه همدغ ه س بق‬
‫ورکوئ‪ ،‬چې بچو دعا وکړئ‪ ،‬چې خدای د بادشاه او ملکې سيوری تر قيامته زمونږ په سر لري‪.‬‬

‫يوسف‪ :‬چې تاسو د گاندهي سيوری د خدای نه غواړئ‪ ،‬نو که زه د جارج سيوری وغواړم‪ ،‬څه جرم دی؟‬

‫رفيق‪ :‬دا خو خير دی‪ ،‬خو خان بهادر صاحب چې چرته د ډاروين سيوری ونه غواړې! اکبرخان او سليم په خندا شول‪.‬‬

‫يوسف‪ :‬د ډاروين چې څومره سيوری دی‪ ،‬هغه ټول په پنډت نهرو دی‪ ،‬زمونږ حصه پکې نه کېږي‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬دا ډاروين ال څوک دی؟‬

‫سليم‪ :‬کاکا ډاروين د يورپ يو عالم و‪ ،‬د هغه خيال و‪ ،‬چې بني آدم په اصل کې بيزو وه‪ ،‬په ورو ورو ترقۍ سره بني آدم‬
‫شو‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬او هغه لکۍ يې څه شوه؟‬

‫سليم‪ :‬هغه هم ورو ورو ورکه شوه‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬وشوه‪ ،‬پوه شوم‪ ،‬ډاروين پيرنگي به د خپل کړه وړه نه دا قياس ک ړی وي‪ ،‬يوس ف خ ان د تن در پ ه ش ان ټول ه‬
‫کمره په خندا وخوځوله‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬کاکا پوره خبره وکړه!‬

‫سليم‪ :‬تاسو د مختلفو جماعتونو ذکر هېر کړ‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬څه بحث و؟‬

‫اکبرخان‪ :‬زه وايم‪ ،‬چې په يو قام کې د مختلفو سياسي جماعتونو پيدا کې دل‪ ،‬د هغ ه ق ام د ژون د نښ ه ده او رفيق وايي‪،‬‬
‫چې همدغه څيز د يو قام د پرېوتو سبب هم دی‪ ،‬عصمت هللا ځ واب ورک وي‪ ،‬چې ډې ر سياس ي جماعتون ه سياس ي ژون د پيدا‬
‫کوي‪.‬‬

‫‪55‬‬
‫يوسف خان‪ :‬وماته خو دواړه خبرې صحيح ښکاري‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬په دوو مختلفو خبرو کې صحيح خبره صرف يوه کېدی شي‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬په اختالفي خبرو کې ارومرو يو اړخ داسې هم وي‪ ،‬چې د ټولو پرې اتفاق کېدی شي خو ‪...‬‬

‫اکبرخان‪ :‬سليمه! ته خو هم څه ووايه کنه؟‬

‫سليم‪ :‬زه هېڅ نشم ويلی‪ ،‬د دې بحث تعلق زما د ذات سره نه شته‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬ولې نشته؟‬

‫اکبرخان‪ :‬ځکه چې سليم د يو جماعت ممبر هم نه دی‪ ،‬ممبر څه چې ورسره متفق هم نه دی‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬دا خبره خو ممکنه نه ده‪ ،‬يو طرف ته ارومرو زړه ځي‪ ،‬خو داسې ووايه‪ ،‬چې سليم خپله رايه ښ کاره ک ول‬
‫غواړي نه گنې‪.‬‬

‫سليم‪ :‬نه صاحب! خبره همدا ده‪ ،‬چې زما زړه يوې ډډې ته هم نه دی‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬ولې؟‬

‫سليم‪ :‬ځکه چې زه دا ټول سياسي جماعتونه د خپل مقصد سره سم نه گڼم‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬يعنې په دې جماعتونو کې يو هم ستا د خيال مطابق نه دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬بس همدغه خبره ده‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬د سليم په ذهن کې شايد چې بله نظريه ده او دغه يې ثبوت دی‪ ،‬څرنگه سليمه؟‬

‫سليم‪ :‬صاحب! ستاسو خيال صحيح دی‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬نو ته هغه نظريه ولې نه پېش کوې‪.‬‬

‫سليم‪ :‬د هغې دپاره ال ميدان تيار نه دی‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬خير! هغه ستا خوښه‪ ،‬خو زمونږ د سياسي جماعتونو په هکل ه خ و خپل ه راي ه څرگن ده ک ړه‪ .‬هندوس تان او‬
‫پښتون قام له مينځه وباسه‪ ،‬د دنيا بل يو قام فرض کړه او ووايه‪ ،‬چې که په هغه کې ډېر جماعتون ه د ي و ب ل ن ه مختل ف پيدا‬
‫شي‪ ،‬نو په هغه کې به د قام ژوند وي‪ ،‬که مرگ؟‬

‫سليم‪ :‬ډېره ښه ده‪ ،‬زه به درته خپل خيال څرگند کړم‪ ،‬په دې کې شک نشته‪ ،‬چې کوم قام د ځنک دن ح ال ت ه ورس ي‪ ،‬ن و‬
‫هغه د ژوند دپاره الس پښې وهي‪ ،‬ال دا وگڼئ‪ ،‬چې په کوم قام مصيبت راشي‪ ،‬د هغ ه رد عم ل اروم رو څرگن دېږي‪ ،‬ک ه رد‬
‫عمل يې باقاعده او د ښو اصولو د الندې وي‪ ،‬نو هم هغه ځنکدن د يو نوي ژون د پ ه ص ورت کې ظ اهر ش ي‪ ،‬گ نې هم هغ ه‬
‫خپل رد عمل يې د مرگ سبب شي‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬دا اوس د پېريانو ژبه شوه‪ ،‬زه پرې نه پوهېږم‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬مرحبا سليمه! ډېره ښه نظريه ده‪ ،‬خو لږ غوندې تشريح يې وکړه‪.‬‬

‫‪56‬‬
‫سليم‪ :‬قام يو کالبد دی او دا کالبد يا تن د ډېرو مختلفو حواسو په اتحاد ژوندی دی‪ ،‬د دې مختلف و حواس و او عناص رو پ ه‬
‫څټ د يو نظام ژغ ايښودل شوی دی او دا ټول حواس او عناصر‪ ،‬سره د دې چې هر يو د بل نه پخپل ک ار کې او وج ود کې‬
‫مختلف دی‪ ،‬د يو نظام د الندې کار کوي او کالبد هم د دې مختلفو څيزونو د اتحاد په وج ه ژون دی دی‪ ،‬گوي ا اختالف د ژون د‬
‫سبب خو دی‪ ،‬خو د اختالف دپاره باقاعدگي او مرکز يت پکار دی‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬جزاک هللا‪ ،‬جزاک هللا!‬

‫سليم‪ :‬فرض به کړو‪ ،‬چې په کالبد يو مرض راغی‪ ،‬نو قاعده ده‪ ،‬چې د مرض د راتگ سره د وجود په نظام يوه زلزل ه‬
‫راشي او نفس چې د دې کالبد د نظام سبب او مدبر دی‪ ،‬د رد عمل وسله راواخلي‪ ،‬هغ ه خپ ل ټ ول طاقتون ه ي و مرک ز ت ه را‬
‫ټولوي‪ ،‬بحران يا د مدافعت قوت را ويښ شي او د ا را دې د سپه ساالرۍ د الندې د مرض سره مشت او گرېوان شي‪ ،‬اوس‬
‫تاسو ښه يوهېږئ‪ ،‬چې که دا رد عمل په صحيح طريقه وشي‪ ،‬د مدافعت طاقت يې ډېر وي‪ ،‬يعنې حواس د يو مرک زي نظ ام‬
‫تابع وي‪ ،‬نو په دې کې هېڅ شک نشته‪ ،‬چې مرض به مغلوب شي او کالبد به د مرگ نه بچ شي او که رد عم ل يې ص حيح‬
‫نه وي‪ ،‬بحران او اراده کمزورې وي‪ ،‬يعنې په باطني او ظاهري طاقتونو کې مرکز يت او اتحاد نه وي‪ ،‬نو يو مرض په دې‬
‫ټول لښکر غلبه ومومي؛ ځکه چې که هر څو د کالبد د مدافعت قوتونه ډېر وي‪ ،‬خو چې په هغ و کې ځانځ اني وي‪ ،‬د م رض‬
‫حمله ډېره زر او په اسانتيا سره د کالبد کوټ ختم کړي او ژوندی ختم شي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬سليمه! زه ستا د دې نظريې سره متفق يم‪ ،‬خو تا زمونږ د اختالف ځواب ونه کړ‪.‬‬

‫سليم‪ :‬دا تاسو ووايئ‪ ،‬چې نن پرون هندوستان او سرحد‪ ،‬چې د آزادۍ لپاره الس پښې وهي‪ ،‬دا د تنزل ن ه پس دی‪ ،‬ک ه د‬
‫ترقۍ نه پس؟؟‬

‫اکبرخان‪ :‬د پرېوتو نه پس‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬بې شکه‪ ،‬زه هم دا وايم‪ ،‬چې د پرېوتو نه پس خو بيا هم د ډې رو جم اعتونو وج ود د ي و پرې وتي ق ام دپ اره ال ت بر‬
‫ثابتېدی شي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬او چې رد عمل صحيح وي؟‬

‫رفيق‪ :‬دا خبره ثبوت غواړي‪ ،‬چې زمونږ د موجوده سياسي جماعتونو رد عمل صحيح دی؟‬

‫سليم‪ :‬زما په خيال خو صحيح نه دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ولې صحيح نه دی؟‬

‫سليم‪ :‬ځکه چې مرکز يې نشته‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬دا څه وايې‪ ،‬مرکز يې ولې نشته؟ کانگرس يې مرکز دی کنه‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬دا ستا خيال دی‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬او بالکل غلط خيال دی‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬غلط ځکه نه دی‪ ،‬چې کانگرس د نورو ټولو سياسي جماعتونو نه لوی او طاقتور دی‪ ،‬کانگرس ت ه اک ثريت‬
‫حاصل دی‪.‬‬

‫‪57‬‬
‫اکبرخان‪ :‬او سره د دې اکثريته‪ ،‬بيا هم هغه په هندوستاني کالبد کې د خپل نظام ژوند نه شي پيدا کولی‪ ،‬دا عجيبه ط اقت‬
‫دی‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬کانگرس لگيا دی‪ ،‬د ژوند پيداکولو کوشش کوي‪ ،‬اوس خو هغه ته ايله اک ثريت حاص ل ش وی دی‪ ،‬ن زدې ده‪ ،‬چې‬
‫تسلط يې هم پيدا شي‪ ،‬نظام د تسلط نه پس پيدا کيږي‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬او دې ته دې هډو خيال نشته‪ ،‬چې تسلط هم د يو اصول او نظام د الندې کېږي‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬نو کانگرس هم د يو اصول او نظام د الندې کار کوي او د هغه اکثريت د دې خ برې ثب وت دی‪ ،‬چې تس لط‬
‫به هم پيدا کړي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬د اکثريت پيداکېدو سره تسلط داسې څيز دی‪ ،‬چې لکه د اور بلېدو س ره د اور ت او‪ ،‬ک ه ک انگرس ت ه حقيقي‬
‫اکثريت حاصل وی‪ ،‬نو ضرور به ورته تسلط هم حاصل شوی و‪ ،‬خو کانگرس د يو څو اوچت ذاتو هن دوانو ي وه اداره ده او‬
‫په اول کې يې چې کوم اکثريت ښکارېده‪ ،‬نو هغه يوه فوري کاروايي وه‪ .‬د هندوستان خلک د غالمۍ نه تنگ وو‪ ،‬هغ وی ت ه‬
‫کانگرس يو غنيمت ښکاره شو‪ ،‬بې تحقيقه پکې شامل شول‪ ،‬خو اوس دې فکر دی؟ ورځ په ورځ ت رې خل ک ج دا ک ېږي‪،‬‬
‫مسلمانان خو اوس هډو پکې پاتې نه دي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬هو کنه! تاسو خاکساران هم ځان څه گڼئ‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬يقيناْ! د مسلمانانو فايده په خاکسار تحريک کې ده‪ ،‬مسلم ليگ ته وگوره‪ ،‬د دې جماعت صدر محمد علي جناح‬
‫اول د کانگرس سرگرم کارکوونکی و‪ ،‬خو چې هغه ته معلومه شوه‪ ،‬چې د مسلمانانو په کانگرس کې هېڅ فايده نشته‪ ،‬ت رې‬
‫جدا شو‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬او د پاکستان ((بَو)) يې کانگرس ته په وړاندې ودرولو‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬او دې ژوندۍ نظريې ((بَو)) د هندوانو وينه وچه کړې ده‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬هندوان مه يادوئ‪ ،‬صرف کانگرس وايئ‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬هندو مې ځکه وويل‪ ،‬چې کانگرس هندو دی او هندو کانگرس‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬نو تاته به زه او عصمت هللا هم هندوان ښکارو‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬تاسو پخپله وايئ‪ ،‬چې زه اول هندوستانی يم او بيا مسلمان‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬په دې کې حرج څه دی؟ ته ووايه کنه؟ اول پښتون يې‪ ،‬که مسلمان؟ يوس ف خ ان وخن دل او ځ ان يې بحث‬
‫دپاره تيار کړ‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬دا سوال نه دی‪ ،‬ځلميه! اول پښتون او بيا مسلمان‪ ،‬يا اول هندوس تانی او بيا هن دو ي ا مس لمان‪ ،‬د دې مطلب‬
‫تاسو نور اخلئ او زه څه نور‪ .‬زما مطلب دا دی‪ ،‬چې زه د هرې سياسي او مذهبي مسئلې تپ وس اول د اس الم ن ه ک وم‪ ،‬يع نې‬
‫اسالم په قوميت اولی گڼم‪ ،‬زما قوميت هغه دی‪ ،‬کوم چې ما ته اسالم ښايي او دا يقيني خ بره ده‪ ،‬چې ک انگرس مات ه اس المي‬
‫قوميت نه ښايي او نه د هغه دا خيال دی او که دې ت ه وگ ورو‪ ،‬چې زه اول پښ تون يم او بيا مس لمان‪ ،‬ن و د دې ن ه خ و ب ه دا‬
‫بهتره وي‪ ،‬چې زه اول انسان يم او بيا نور څه‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬څومره صفا او رښتينې خبره يې په بله واړوله‪ ،‬هډو د بحث موضوع يې بدل ه ک ړه‪ ،‬رښ تيا خ بره ده‪ ،‬چې د‬
‫قام د کالبد مرضونه همدغه خان بهادران او خان صاحبان دي‪.‬‬

‫‪58‬‬
‫يوسف خان‪ :‬ما ومنله‪ ،‬چې مونږ خان بهادران د قام د کالبد مرضونه يو‪ ،‬خو زما يو عرض به اورې!‬

‫عصمت هللا‪ :‬وايه!‬

‫يوسف خان‪ :‬تاسو ته معلومه ده‪ ،‬چې د بني آدم دپاره دوه قسمه لوی لوی قوتونه دي‪ ،‬يو هغه چې د انسان د ژوند مددگار‬
‫وي‪ ،‬لکه خوشحالي‪ ،‬ښه غذا او داسې ن ور او دوهم هغ ه چې د ژون د دپ اره مض ر او د ژون د کم وونکي دي‪ ،‬لک ه غم فک ر‪،‬‬
‫خرابه غذا او داسې نور‪ .‬د ژوند مددگار قوتونه لږ او د ژوند کموونکي قوتون ه ډې ر دي‪ ،‬خ و چې دا ټ ول قوتون ه د ي و م دبر‬
‫نفس د ارادې د الندې وي‪ ،‬نو د بدن نظام باقاعده وي‪ ،‬مطلب مې دا دی‪ ،‬چې د ژوند م ددگار قوتون ه دې د ارادې دې ح د ت ه‬
‫ورسولی شي‪ ،‬چې د ژوند د کموونکو قوتونو سره براب ر ش ي او ک ه م ددگار او مرس تيال قوتون ه کم زوري ش ول‪ ،‬ن و د دې‬
‫الزمي نتيجه دا وي‪ ،‬چې په بدن کې بد نظامي پيدا شي او د بد نظامۍ نتيجه څه وي؟ ((مرضونه))‪ .‬سليم مسکی شو‪ ،‬سر يې‬
‫وخوځولو او بيا يې ورو وويل‪(( :‬خبره ډېره ښه روانه ده))‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬مهرباني ‪ ...‬ښه نو‪ ،‬همدغه مرضونه د دې بدن يو قدرتي عالج وي‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬نه خان بهادر صاحب! دا مرضونه خو د بدن دپاره مرگ وي‪ ،‬عالج خو په دارو کېږي او دارو د م رض‬
‫د مقابلې دپاره وي‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬بيا پوه نه شوې کنه؟ زما مطلب دا دی‪ ،‬چې مرض پيدا کېدل د عالج ض رورت ښ ايي او پخپل ه هم عالج‬
‫کېدی شي‪ ،‬دارو په مرض هېڅ اثر نه شي کولی‪ ،‬بلکې هغه د مريض بحران يا د مدافعت قوت ته مدد ورکوي‪ ،‬مرض خو‬
‫پخپله څه مستقل وجود نه لري‪ ،‬خو د بدن د مختلفو طاقتونو د بد نظامۍ نه چې کوم څيز پيدا ک ېږي‪ ،‬هغ ه ت ه م رض وايي‪،‬‬
‫کوم وخت چې طاقتونه د خپل بدن د مرکزي نظام نه باغيان شي‪ ،‬مرض يې بيا په زور هم هغه نظ ام ت ه متوج ه ک ړي‪ ،‬ک ه د‬
‫بدن قوتونه د کار نه وتلي وي‪ ،‬نو مرض د بدن دپاره د مرگ سبب شي او د داسې بدن دپاره مرگ ډېر ښه هم وي؛ ځکه چې‬
‫تر څو ژوندی وي‪ ،‬هومره کړېږي او که د بدن طاقتونه کمزوري شوي نه وي‪ ،‬صرف په نظام کې يې ف رق راغلی وي‪ ،‬ن و‬
‫د مرض حمله يې بيا خپل مرکز ته را غونډ کړي او پخپله له مينځه وځي‪ ،‬وځي څه چې هغ ه هم د ب دن د نظ ام پ ه باقاع دگۍ‬
‫کې ورک شي‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬يره د لکو روپو خبره دې وکړه‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬هغه دی! کاکا هم پرې پوه شو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ښه نو اوس يې نتيجه بيان کړئ‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬نتيجه صفا ده‪ ،‬د هندوس تان غري بي او غالمي د دې خ برې ثب وت دی‪ ،‬چې د هغ ه پ ه سياس ي ب دن کې ب د‬
‫نظامي پيدا شوې ده او اوس د خان بهادرانو او خ ان ص احبانو ي ا دا وگ ڼئ‪ ،‬چې د مس لم ليگ پ ه ص ورت کې پ ه دې کالب د‬
‫مرض راغلی دی‪ ،‬زما د گران ورور عصمت هللا خيال زمونږ په هکله بالکل صحيح دی‪ ،‬مونږ خان بهادران بې ش که د دې‬
‫کالبد مرضونه يو‪ ،‬ال خو به دا رنځور کالبد د همېشه دپاره ختم ک ړو‪ ،‬چې ه ډو غم يې غ وڅ ش ي او ال ب ه يې دا ب د نظ امي‬
‫ورکه کړو او چې بد نظامي يې ورکه شي‪ ،‬نو مونږ يې هم تابع يو‪ ،‬مونږ هم د دې کالبد اجزاء يو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬سبحان هللا! مرغلرې دي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬سليمه! خان بهادر صاحب رښتيا وويل‪ ،‬دا ليگيان خو د بانجانو ن وکران ن ه دي‪ ،‬د خ ان د خ ولې ن وکران دي‪ ،‬نن‬
‫انگريزي حکومت ته مور او پالر وايي‪ ،‬سبا ته به قومي حکومت ادې بابا گڼي‪ ،‬دواړو ډډو ته يې فائده ده‪ ،‬خو د خاکسارانو د‬
‫بېلچو نه بې خبره دي‪.‬‬

‫‪59‬‬
‫يوسف خان‪ :‬خاکساران خواران خو بس خاکساران دي‪ ،‬زمونږ د حکومت سپايان يې وگڼئ‪ ،‬دا تحريک ت ر دې ح ده ښ ه‬
‫دی‪ ،‬چې په مسلمانانو کې د سپايانو او مجاهدانو جذبه پيدا کړي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬نه خان بهادر صاحب! يوازې مجاهد جماعت نه؛ بلکې حقيقي رهنما جماعت دی‪ ،‬مسلمان پخوا هم د مجاهدانه‬
‫ژوند نه د دنيا د اصالح قدم پورته کړی و‪ ،‬کاميابي يې حاصله کړې وه او دنيا ته يې تهذيب ښودلی و او اوس هم د مسلمان د‬
‫ترقۍ راز په مجاهدانه ژوند کې پټ دی او دې راز ته يوازې د عالَمه مشرقي صاحب ذهن رسېدلی دی‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬مجاهدانه ژوند بې شکه د غلبې حاصلولو سبب کېدی شي‪ ،‬خو اول دا ضروري ده‪ ،‬چې ت ه م ا پ ه دې پ وه‬
‫کړې‪ ،‬چې د خاکسار تحريک کوم موجوده جد و جهد ته چې ته مجاهدانه ژوند وايې‪ ،‬ايا په حقيقت کې هم مجاهدانه دی؟ ک ه‬
‫د ُک ُل َج ِدي ٍد ل ِذ ٌ‬
‫يذ يو ژوندی مثال دی؟‬

‫اکبرخان‪ :‬د دې اطالق خو په کانگرس‪ ،‬احرار او خدايي خدمتگار هم کېدی شي‪ ،‬پاتې دې شو مسلم ليگ‪ ،‬نو هغ ه خ و‬
‫يې په مينځ کې وشماره‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬خدايي خدمتگار خو اوس د بحث نه وباسه کنه‪ ،‬د هغه وجود د کانگرس په وجود کې ورک شو‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬دا ستا خيال دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زه افسوس کوم‪ ،‬چې دا زمونږ د پښتنو خالص تحريک چې هم زمونږ د خپل وطن پيداوار و او هم يو داس ې بيدار‬
‫او ځلمي دماغ پيدا کړی و‪ ،‬چې هغه په پښتنو کې د ژوند گرمي پيدا کړې وه‪ ،‬اوس پاتې ته نه دی‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬ولې پاتې نه دی؟ صرف د يو څ و اص ولو ي ووالي هغ ه د ک انگرس س ره ي و ځ ای ک ړی دی‪ ،‬گ نې خ دايي‬
‫خدمتگار دا يم‪ ،‬زه ستاسو په مخکې موجود يم‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬يره خدايي خدمتگار خو به يې‪ ،‬خو د چا پېټی دې تراوسه نه دی پورته کړی‪ ،‬يوسف خان په خندا شو‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬اسلم خانه وروره! دا پخوا خدايي خدمتگار و‪ ،‬خو اوس د گاندهي خدمتگار دی‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬دا خبره غلطه ده‪ ،‬اوس هم خدايي خدمتگار دی‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬نه گرانه ځلميه! چې کوم وخت و‪ ،‬هر چاته معلوم و‪ ،‬ياد به دې وي‪ ،‬چې باچا خان يو ک وهی ج وړ ک ړی و‬
‫او د هغه په اوبو به مريضانو ته فايده رسېده‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬هغه‪ ،‬د باچاخان د ملگرو يوه پروپگنډه وه‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬نه! دا مه وايه‪ ،‬زما خپله تجربه ده‪ ،‬چې په هغو اوبو کې شفا وه‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬څرنگه؟‬

‫يوسف خان‪ :‬اکبرخانه! شفا په حقيقت کې څه په هغه اوبو کې نه؛ بلکې په اتفاق او اتحاد کې وه‪ ،‬پ ه ک وم ق ام کې چې‬
‫اتفاق پيدا شي‪ ،‬برکت پخپله پيدا کېږي‪ ،‬زمونږ د سر د پاسه دا ځلب دونکی لم ر وي نې؟ دا د وړو وړو ذرو ي وه مجموع ه ده‪،‬‬
‫کوم وخت چې دا ذرې خورې او پريشانه وې‪ ،‬بې نوره وې‪ ،‬چې سره متصل او متحد شوې‪ ،‬رڼا پخپله پيدا شوه‪ ،‬س ليم خان ه!‬
‫ما ته څرنگه برند برند گورې‪ ،‬خپه کېږه مه‪ ،‬زه کفران نعمت نه کوم‪ ،‬سليمه! دا نظريه مې س تا د هغې نظم ن ه اخيس تې ده‪،‬‬
‫څه عنوان يې وه؟ ‪ ...‬هو ‪ ...‬لمر او ذره او هغه شعر دې ياد دی؟‬

‫سليم‪ :‬هو خان بهادر صاحب! هغه شعر دا دی‪ ،‬ذره لمر ته وايي‪:‬‬

‫‪60‬‬
‫نه په تا کې وه رڼا نه په ما کې وه رڼا‬

‫رڼا راوړي جمعيت‪ ،‬رڼا يوسي پرېشاني‬

‫ټول‪ :‬ډېر ښه شعر دی‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬نوکرانو ورونو! خدايي خدمتگار تحريک دومره اعلی او زبردس ت اس المي او پښ تني تحري ک و‪ ،‬چې ک ه‬
‫څه موده نور پاتې شوی وای‪ ،‬نو د پښتونخوا مرور سياسي ژوند به بېرته راغلی و‪ ،‬خو افسوس!‬

‫عصمت هللا‪ :‬هلته هم تاسو خان بهادرانو او خان صاحبانو د هغه مخالفت ته مال تړلې وه‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬مونږ په هغه کې څه بد نظامي گڼله‪ ،‬کنه ولې‪ ،‬ولې مرضونه نه يو څه؟‬

‫رفيق‪ :‬اوس مو تعريف کولو او اوس نور څه‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬همدغه خو د مرض نښه وه کنه‪ ،‬چې په خپل مرکز قايم پاتې نه شو‪ ،‬په کانگرس کې جذب شو‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬خير! دا ووايئ‪ ،‬چې اوس خدايي خدمتگار تحريک ستاسو په خيال کې ولې پاتې نه دی‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬د فخر افغان کمزوري‪ ،‬نور څه؟‬

‫اکبرخان‪ :‬زما هم دا خيال دی‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬دا خيال غلط دی‪ ،‬باچاخان د کانگرس د همه گير اصولو سره اتفاق ظاهر کړ‪ ،‬د يو خيال جماعتون ه ک ه س ل وي‪،‬‬
‫نو هم يې يو گڼل په کار دي‪ ،‬لکه کانگرس‪ ،‬خدايي خدمتگار او احرار‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زه درسره اتفاق نه کوم‪ ،‬لږ غوندې اختالف کوم‪ ،‬بې شکه د يو خيال ډېر جماعتون ه ي و گڼ ل پک ار دي‪ ،‬خ و د ه ر‬
‫جماعت څه نا څ ه انف رادي مف اد هم وي او هغ ه هم د دې خپ ل مف اد دپ اره د ب ل جم اعت س ره گډول ه ک ړي وي‪ .‬د ام ريکې‬
‫رياستونه ټول يو مرکز ته راجمع دي‪ ،‬خو د هر رياست خپل قامي او امتيازي قوانين جدا دي‪ ،‬پ ه معاش ره کې چې د اف رادو‬
‫لپاره د خوشحال ژوند صمانت نه وي‪ ،‬هېچيرې ځان ورسره نه تړي‪ .‬تر کومه چې د فيرنگي حکومت نه د مل ک د آزادول و‬
‫سوال دی‪ ،‬خدايي خدمتگار دې د کانگرس سره ملگری وي‪ ،‬خو خپل امتيازي قامي مف اد پ ه ک انگرس قرب انول ن ه وه پک ار‪،‬‬
‫تاسو به دا نه منئ‪ ،‬خو واقعات د دې ثبوت پېش کوي‪ ،‬د خدايي خدمتگارانو کمزورۍ مس لم ليگ پيدا ک ړ‪ ،‬زاړه زاړه پاخ ه‬
‫کارکوونکي ترې جدا شول‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬د پروپېگنډې ښکار شول‪.‬‬

‫سليم‪ :‬دا يې دويمه کمزوري او د کمزورۍ ل وی ثب وت‪ ،‬څ وک چې د غ يرو د پروپېگن ډې ښ کار ش ي‪ ،‬د هغ ه سياس ي‬
‫ناپوهي معلومه شوه‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬سليمه! دا ووايه‪ ،‬چې باچا خان ولې خپل جماعت په کانگرس کې جذب کړ‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زه به عرض وکړم‪ ،‬خو په اول کې به دا ووايم‪ ،‬چې زما خيال د طرفدارۍ نه پاک دی‪ ،‬تاس و ت ه معلوم ه ده‪ ،‬چې‬
‫زه د يو جماعت غړی هم نه يم‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬خير وايه!‬

‫‪61‬‬
‫سليم‪ :‬د خدايي خدمتگارانو جوش‪ ،‬سپېڅلې جذبې او رښتنې قرب انۍ د ټ ولې دنيا س ترگې س رحد ت ه راگرځ ولې وې‪ ،‬د‬
‫آزادو قبايلو ورسره همدردي پيدا شوې وه او ډېره ممکنه وه‪ ،‬چې په لږه موده کې دا يو منظم ملک جوړ شوی وی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬کوم خواته الړې؟ د باچا خان سره د پښتونخوا د منظم کولو خيال وه کله؟ خلک خو نور څه نور څه وايي!‬

‫عصمت هللا‪ :‬ډېرې خولې ډېرې خبرې‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬ياران به هر څه هر څه وايي‪ ،‬خو د سليم خبره مه تاال کوئ‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ما دا ويل‪ ،‬چې په لږه موده کې به پښتونخوا يو منظم ملک جوړ شوی وی‪ ،‬د دې نه چې څوک ډې ر وېرې ده‪ ،‬هغ ه‬
‫هندوستان و‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬هندوستان ترې ولې وېرېده؟‬

‫سليم‪ :‬هندوستان همېشه د پښتون نه وېرېږي‪ ،‬ما چې د گاندهي او د هغه نه سوا د نورو لويو لويو کانگرسي مشرانو او‬
‫بيا په تېره د هندو مهاسبها د ليډرانو تقريرونه اورېدلي او لوستي دي‪ ،‬نو زما يقين شوی دی‪ ،‬چې د پښتون ((بو)) تراوس ه د‬
‫هندوستان په ذهن کې ډېره دی‪ ،‬هغوی چې د پښتون د قربانۍ جذبې ته وکتل او بيا يې د پښتون فط ري ش جاعت او توري الي‬
‫توب ته فکر وکړ‪ ،‬نو وېرې يې د يقين جامه واغوسته‪ ،‬چې که وي ک ه ن ه وي‪ ،‬ي وه ورځ ب ه همدغ ه پښ تون د هندوس تان پ ه‬
‫مرۍ غلی شي‪ .‬گاندهي به د دې نه کله بې خبره و‪ ،‬هغه ورو ورو په باچاخ ان د خپ ل اث ر مقناطيس ي پلوش ې اچ ول ش روع‬
‫کړل‪ ،‬د بل خوا نه يې د حکومت سر ته د قانون څټک نيولی و‪ ،‬باچا خان اخر يو انسان دی‪ ،‬د کانگرس په ملگرتيا کې ورته‬
‫ژوند ښکاره شو‪ ،‬په داسې حال کې چې د چا مرگ يقيني وي او د بل طرف نه ورته يوه داسې الر ښکاره شي‪ ،‬چې هغ ه ن ه‬
‫يوازې دا چې د مرگ نه بچ پاتې کيدی شي‪ ،‬بلکې د خپلو اصولو سره وړاندې هم تبريدی شي‪ ،‬نو خپ ل نفس ورت ه دا نظري ه‬
‫ښکلې ښکاره کړي‪ ،‬باچا خان ته هم د کانگرس ملگرتيا مناسبه ښکاره شوه‪ ،‬خدايي خدمتگار خالف قانون جماعت گڼل ش وی‬
‫و‪ ،‬په داسې حاالتو کې هغوی خپل تحريک صرف د ک انگرس د س يوري الن دې چل ولی ش و‪ ،‬زم ا پ ه خيال کې همدغس ې‬
‫حاالت د قام سياسي صراط وي‪ ،‬که باچاخان د دې نه پرې وتلی ن ه وی‪ ،‬ن و بس پ ه وړان دې يې د آزادۍ جنت د هغ وی د ق ام‬
‫دپاره تيار و‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬څه سراب يې پېش کړ‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬سراب يې مه گڼه‪ ،‬دا د سليم يو داسې نفسياتي دليل دی‪ ،‬چې تاسو س ره يې هېڅ معق ول ځ واب ن ه ش ته او‬
‫زه سليم ته مبارکي ورکوم‪ ،‬چې زما معلومات يې ډېر زيات کړل‪ ،‬نسيم خان دننه راغی‪ ،‬پ ه الس کې يې اخب ار و‪ ،‬پ ه م ېز‬
‫يې کېښود‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬کوم اخبار دی؟‬

‫نسيم خان‪ :‬نوی پښتون‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬الحمدهلل! چې پښتو ورځ په ورځ رواج مومي‪ ،‬يوه (جونگڼه)‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬څه ښکلې يې جوړه کړې ده‪ ،‬که ستنې لهاړې يې د يو او بل وطن وي؟‬

‫اکبرخان‪ :‬ما اللوستې نه ده‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬چا ليکلې ده؟‬

‫اکبرخان‪ :‬محترمه وفا! د ټولو د خولې نه بې اختياره وفا وختل‪.‬‬

‫‪62‬‬
‫سليم‪ :‬ما يې اگاهو هم يو نظم کتلی وو‪ ،‬چې واورم‪ ،‬چې څومره ت رقي يې ک ړې ده‪ ،‬تاس و ت ه ب ه معلوم ه ن ه وي‪ ،‬چې دا‬
‫خور زما شاگرده ده‪ ،‬د خط په ذريعه اصالح اخلي‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬ښه !! چې واورو کنه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ضرور ضرور‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬ما يې هم نوم اوريدلی دی‪ ،‬خو نظم يې چرې زما د نظره نه دی ت ېر‪ ،‬خ ان به ادر ص احب تاس و دا وف ا ص احبه‬
‫پېژنئ؟‬

‫خان بهادر يوسف خان په دې دوران کې چپ چاپ ناست و‪ ،‬داسې معلومېدل‪ ،‬چې په دې سلسله کې د هغه تاثرات څه‬
‫ښه نه وو‪ ،‬شايد چې هغه د صنف نازک دپاره شاعري ښه نه گڼله‪ ،‬دې دپاره د رفيق په دې سوال څ ه بې ق رار غون دې ش و‪،‬‬
‫سليم هم دا خبره محسوسه کړه‪ ،‬چې د وفا د نظم په سلسله کې د خان بهادر يوسف خان په مخ څه ښه اثرات ښکاره نه شول‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬زه يې پېژنم نه! خو نظمونه يې ما ډېر لوستي دي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬څنگه نظم ليکي؟‬

‫يوسف خان‪ :‬دا دی ويې گوره!‬

‫اکبرخان‪ :‬رښتيا وايې‪ ،‬نظم شاعر سړی ښه او رولی شي او بيا چې د شاگردې نظم يې هم دی نو ‪...‬‬

‫سليم‪ :‬رفيق دې واوروي‪ ،‬ډېر ښه شاعر دی‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬زما شاعري ستا د شاعرۍ په مخکې د لمر په مقابله کې ډيوه ده‪.‬‬

‫سليم‪ :‬دا ستا کسر نفسي ده‪ ،‬خو خير راکړه! چې درته وايې وروم‪.‬‬

‫سليم اخبار واخيست او نظم يې شروع کړ‪(( ،‬يوه جونگړه))‪ ،‬ليکي چې‪:‬‬

‫راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې‬

‫راځه چې د وصال جوړه دونيا کړو په دونيا کې‬

‫د گل په خاموشۍ او د بلبلو په نوا کې‬

‫پيدا چې د خندا نور افثاني کړو په ژړا کې‬

‫تر هغه گورو يو بل ته چې ورک شو په يو بل کې‬

‫راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې‬

‫رفيق‪(( :‬واه وا! کمال کوي‪ ،‬زما خو يې وارخطا کړ‪ ،‬يوه جينۍ او داسې خياالت؟))‬

‫سليم‪(( :‬افسوس دی‪ ،‬چې زه داد نشم ورکولی‪ ،‬ځکه د ښاغلې وفا فرض زه ادا کوم‪ ،‬ليکي چې‪:‬‬

‫ډيوه د مشغوال شي زمونږ بله چې ماښام شي‬

‫ماښام د ليلی الس کې د شفق د ميو جام شي‬

‫‪63‬‬
‫پد پامي (‪ )4‬شي له ځانه چې د ستوريو په مونږ پام شي‬

‫د مينو پټ پټانی وي د سترگو په ځمبل کې‬

‫راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې‬

‫منت دپاره پېغلې پلوشې که د لمر راشي‬

‫هر څو که پرېشاني په الس نسيم د سحر راشي‬

‫ولۍ که غوړولې راته گل په بستر راشي‬

‫ستا سر دې وي زما او زما سر ستا په څنگل کې‬

‫راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې‬

‫په دې ټولو داد ورکړ‪ ،‬خو يوسف خان چپ ناست و‪.‬‬

‫سليم‪ :‬خان بهادر صاحب! ستاسو جوړ خوښ نه شو‪ ،‬زما په خيال خو د دې جينۍ شاعري ډېر مجتهدانه رن گ ل ري‪ ،‬پ ه‬
‫پښتو کې دا قسمه شاعري ډېره زياته د خوش قسمتۍ خبره ده او بيا په جينکو کې ‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬چې استاد د خپلې شاگردې تعريف وکړي نو ‪...‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬يره د تعريف قابله ده‪ ،‬ولې خان بهادر صاحب!‬

‫يوسف خان‪ :‬وي به‪.‬‬

‫سليم‪ :‬مخکې وايي چې‪:‬‬

‫چې جوړ کړو د سپوږمۍ د پلوشو ځنې ټالونه‬

‫جوټې چې نرمې نرمې راله راکړي نگهتونه‬

‫رفيق‪ :‬سبحان هللا! حد کوي (‪ ،)5‬څومره رنگيني ده پکې !!‬

‫اکبرخان‪ :‬زه خو سليم ته داد ورکوم‪.‬‬

‫سليم‪ :‬مهرباني! ښه نو مخکې وايي چې‪:‬‬

‫اغوستي مو د گل د رنگينۍ وي څادرونه‬

‫عصمت هللا‪ :‬په رښتيا د صنف نازک شاعري ده‪.‬‬

‫سليم‪ :‬تر هغه وخته زانگو چې وخت ورک شي په زنگل کې ‪...‬‬

‫واه وا! ډېر ښه او ډېر ښه! وفا اوس زما د اصالح پامته داره نه ده‪.‬‬

‫‪4‬‬
‫‪ -‬اصل‪ ،‬بد پام يې‪.‬‬
‫‪5‬‬
‫‪ -‬توپان کوي‪ ،‬بال کوي‪( .‬بياکتونکی)‪.‬‬

‫‪64‬‬
‫د سليم سره سره‪ ،‬ټولو په داد ورکولو شروع وکړه‪ ،‬اسلم خان په حيرانتيا حيرانتيا کله د يو او کله د بل مخ ته کت ل‪ ،‬هغ ه‬
‫ته دا ټول دوستان لېوني ښکارېدل‪ ،‬کله کله به د ځان سره مسکی شو او مخ ب ه يې ب ل خ وا ت ه واړوه‪ ،‬خ و رفيق داس ې بې‬
‫اختياره داد ورکاوه‪ ،‬چې د رشک يې هېڅ اثر په مخ نه ښکارېده‪ .‬يو شاعر چې د بل شاعر ښه کالم واوري‪ ،‬ن و ض رور يې‬
‫په کړه وړه د رشک گرد پرېوځي‪ ،‬خو د دې وجه به شايد چې دا وه‪ ،‬چې د ښځو شاعرانو سره سړي شاعران رشک نه کوي‬
‫او ال به د رفيق ځوان فطرت د وفا په کالم کې د خپلو تا ثراتو رنگين تفسير اورېد‪.‬‬

‫سليم‪ :‬اخري بند دی‪.‬‬

‫راځه چې شو بهر د دغو شپو ورځو له جاله‬

‫پرواز په داسې حال وکړو چې ووځو له حاله‬

‫يو حال داسې پيدا کړو چې مو حال ووځي له خياله‬

‫بيا خيال يوه کړۍ کړو د وصال په سالسل کې‬

‫راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې‬

‫رفيق‪ :‬زما خو يقين نه کېږي‪ ،‬چې يوه پښتنه جينۍ به داسې شعر ووايي؟‬

‫سليم‪ :‬او حال دا دی‪ ،‬چې دا واقعيات (‪ )6‬دي او دا دی د يوې خور نظم تا واورېد‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬شاگرده ولې نه وايې؟‬

‫سليم‪ :‬د شاگرد د تعريف په پرده کې اکثر خپل تعريف کېږي‪.‬‬

‫يوسف خان مسکی شو‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬خبره دې بده نه ده‪ ،‬خو اکثر دا د اخبارو چلوونکي د فرضي جينکو په نوم غزلې ورکوي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬خير دا خو فرضي نوم نه دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬د ايډيټر صاحب نه مونږ د هغې پته هم غوښتی شو‪ ،‬د شاعرانو سره د شاگردانو پيدا کولو ډېر خبط وي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬دا شوق د خبط حد ته خو رسول نه دي پکار‪ ،‬خو رفيقه! دا هم واوره‪ ،‬چې د يو قابل سړي دپاره خو کم ن ه کم ي و‬
‫قابل زوی پکار وي؟‬

‫رفيق‪ :‬ما به په فرزندۍ کې وانه خلې؟‬

‫سليم‪ :‬گوره چې بيا يې په ټوکو ټکالو گوتې پورې کړې‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬ټوکې نه کوم‪ ،‬خدايږو رښتيا وايم او هن واخله! زما دا تازه نظم ((اح رار س پاهي))‪ ،‬د اص الح پ ه وس لو ښايس ته‬
‫کړه‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬مونږ د داسې شاگردۍ استاذۍ قايل نه يو‪ ،‬چې بس پ ه خول ه م و ووي ل او دواړه اس تاد ش اگرد ش وئ‪ ،‬زم ونږ‬
‫مټايي چرته الړه؟‬

‫‪6‬‬
‫‪ -‬اصل‪ :‬واقعات‪.‬‬

‫‪65‬‬
‫رفيق‪ :‬تابعدار (‪ )7‬يم‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬مونږ دې دوه ځل تابعدار يو‪ ،‬خو کله؟‬

‫رفيق‪ :‬چې کوم وخت حکم کوې‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬زه ووايم؟‬

‫اکبرخان‪ :‬ووايه!‬

‫يوسف خان‪ :‬مونږ ته دې رفيق‪ ،‬سبا په دلشاد سينما کې د ((وطن)) فلم د کتو په موقع د چايو دعوت راکړي؟‬

‫رفيق‪ :‬منظوره ده‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬زه خو د يورپ يا جاپان په پيالو کې چای نه څښم او نه د بل ملک کيک پېسټري خورم!‬

‫يوسف خان‪ :‬خير دی‪ ،‬ستا دپاره به د مسلم ليگ کنفېکشنري نه کيک راوغواړو!‬

‫عصمت هللا‪ :‬ال حول و ال قوة االباهلل! اکبرخان په خندا شو‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬د مسلم ليگ کنفېکشنرۍ په کيک دې څه اعتراض دی؟ که په مونږ کې د خيال اختالف دی‪ ،‬ن و څ ه وش ول‪ ،‬د‬
‫ملک او وطن جداوالی خو نشته؟‬

‫عصمت هللا‪ :‬مونږ او ليگيان د يو ملک اوسېدونکي نه يو!‬

‫رفيق‪ :‬دا ولې؟ په مونږ کې څه بيلتون دی؟‬

‫عصمت هللا‪ :‬بېلتون دا دی‪ ،‬چې د هغوی ملک دی پاکستان! او پاکستان ال د ليگيانو په ذهن کې دی‪ ،‬په دې خ بره ټول و‬
‫وخندل‪ ،‬يوسف خان لږ کچه غوندې شو‪ ،‬خو هغه هم پوره گرگ باران ديده و‪ ،‬د س ترگو پ ه رپ کې يې ځ ان س مبال ک ړ او‬
‫ويې ويل‪ :‬عصمت هللا رښتيا وايي خو نه؟ پاکستان د هندوستان يوه حصه ده‪ ،‬کومه چې قائداعظم محسوسه ک ړې ده او د قاي د‬
‫اعظم دې تجويز د کانگرسيانو په زړونو کې اور بل کړی دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬نه خان بهادر صاحب! د عصمت هللا ځواب ډېر برجسته و‪ ،‬ستا ځواب څ ه علمي غون دې و‪ ،‬ولې ل ږ غون دې‬
‫گرم و‪ ،‬خبرې به کوو؛ خو ننگېږو (‪ )8‬به نه!‬

‫اسلم خان‪ :‬سړو! تاسو د چايو هغه خبره ولې په ځای پرېښوده‪ ،‬زما مو طمع پيدا کړې ده‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬نو بابا! ته په اردو پوهيږې؟ فلم خو په اردو ژبه کې وي؟‬

‫اسلم خان‪ :‬ولې نه پوهيږم بچيه‪ ،‬او بيا په قصه خو ډېر ښه پوهېږم‪ ،‬زه چې د جنگ عظيم نه راغلم‪ ،‬پ وره پ وره هن دکو‬
‫مې زده شوې وه‪ ،‬يو ځل د پنس ن (پنش ن) اخيس تو دپ اره ډاکخ انې ت ه الړم‪ ،‬ب ابو را ن ه پوښ تنه وک ړه‪ ،‬چې ((تم دس تخط ک ر‬
‫سکتاهے))‪ ،‬نو ما ورته وويل چې ((کيوں نهے‪ ،‬هم تو بوت بوت صپا صپا دسخت کرسکتا هوں ‪.‬‬

‫دا الفاظ اسلم خان څه په داسې لهجه کې ادا کړل‪ ،‬چې ټول د خندا نه شنه شول‪ ،‬ي و س اعت پس چې د خن دا چپ ه ت ېره‬
‫شوه‪ ،‬رفيق‪ ،‬عصمت هللا ته مخ را واړوه او ويې ويل‪ ،‬څنگه عصمت هللا! د چايو تجويز دې خوښ شو؟))‬

‫‪7‬‬
‫‪ -‬اصل‪ :‬تعبېدار‪.‬‬
‫‪8‬‬
‫‪ -‬ننګول به نه کوو‪.‬‬

‫‪66‬‬
‫عصمت هللا‪ :‬ښه ده‪ ،‬د مسلم ليگ کنفکشنرۍ کيک سهي‪ ،‬منظوره ده‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬اسلم خان به ضرور راځي!‬

‫اکبرخان‪ :‬ډېره ښه ده‪ ،‬ابا به هم راشي!)) په دې کې نسيم خان دننه راغی او ويې ويل‪ ،‬چې دادا مړۍ تياره ده‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬شکر دی سړيه! زما خو د لوږې نه کولمې قل هو هللا وايي‪ ،‬هلکه پټې دانې مو جوړې کړې دي‪ ،‬که نه؟‬

‫نسيم خان‪ :‬هو کاکا!‬

‫يوسف خان‪ :‬او لم؟‬

‫نسيم خان‪ :‬لم مو هم وريت کړی دی‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬اکبرخانه! که مېلمستيا دې غبرگه نه وه‪ ،‬نو زه مرور يم‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬د چرگ پوالو به وي‪ ،‬که نه؟‬

‫اکبرخان‪ :‬معلوم به شي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬څه فيرني ميرني؟‬

‫اسلم خان‪ :‬کير ښايي کنه؟ يوسف خان بړک وهل او ويې ويل‪(( :‬هو اسلم خانه! کير ورته ووايه نو))‪.‬‬

‫سليم‪ :‬د اصل څيز خو هډو تاسو نوم وا نه خيست!‬

‫يوسف خان‪ :‬د څه؟‬

‫سليم‪ :‬د مېوې دانې‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬او هو! ښه شو‪ ،‬چې راته ياده دې کړه‪ ،‬هلکه اکبرخانه! څنگه؟‬

‫اکبرخان‪ :‬هر څه ډېر دي‪ ،‬تاسو خو تشريف راوړئ؟‬

‫ټول پورته شول او په اسلم خان پسې دويمې کمرې ته روان ش ول‪ ،‬دس ترخوان غوړې دلی و او د اس لم خ ان دوه ن وکران‬
‫انتظام ته والړ وو‪ .‬هر څيز په دسترخوان پروت و‪ ،‬د دې کمرې او د صفيې د کمرې يو دېوال و او پ ه هغ ه کې ي وه ک ړکۍ‬
‫هم وه‪ ،‬د ښيښو له پاسه شين کاغذ ختلی وه‪ ،‬خو ځای په ځای د کاغذ نه قطرې جدا شوې وې‪ ،‬چې صفيې او گلرخ د هغ و ن ه‬
‫مېلمنو ته کتل‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬هغه مې دادا دی او هغه ابا! او دا نور ‪ ...‬دا يو خو رفيق دی‪ ،‬کله کله مې د دادا س ره راځي او دا ب ل؟ ‪ .....‬دا ن ه‬
‫پېژنم؟‬

‫گلرخ‪ :‬دا زما الال سليم دی‪ ،‬صفيې ته سليم مخامخ ناست ښکارېده‪ ،‬ځکه هغې ته د سليم د کتو ښ ه موق ع پ ه الس ورغلې‬
‫وه‪ ،‬د گلرخ ورته پام شو‪ ،‬هغې د صفيې په سترگو کې يوه نوې رڼا وليده او گلرخ محسوس کړل‪ ،‬چې څو څو ځل صفيې بې‬
‫اختياره خولې ته رومال ونيو‪ ،‬په دې کې خان بهادر يوسف خان په څه خبره وخندل‪ ،‬پ ه ټول ه کوټ ه کې ي و هن گ (‪ )9‬پيدا‬
‫شو‪ ،‬خدايزده چې د يوسف خان په خندا کې څه اثر و‪ ،‬که د تماشې فطري شوق محبوبه د خپل ځای نه پورت ه ک ړه او ک ړکۍ‬

‫‪9‬‬
‫‪ -‬زوږ‪ ،‬شور‪ ،‬څپه‪.‬‬

‫‪67‬‬
‫ته نزدې ورغله‪ ،‬خو په کړکۍ کې يې د کتو زړورتيا ونه کړای شوه‪ ،‬ځکه چې گلرخ او صفيه دواړه ښيښو ته ناس تې وې‪ ،‬د‬
‫گلرخ ورته فکر شو‪ ،‬ويې ويل‪(( :‬ولې محبوبې؟))‬

‫محبوبه‪ :‬هسې راپاڅېدم!‬

‫گلرخ‪ :‬راشه! وگوره کنه‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬نه بس دی‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬نو راپاڅيدې ولې؟ اوس به گورې‪ ،‬دې خوا راشه! محبوبه ورو ورو ورغله‪ ،‬او يو ساعت يې په مېلمنو نظرونه‬
‫وځغلول او بيا د کړکۍ نه په ډډه شوه‪ ،‬چې گلرخ د محبوبې مخ ته وکتل‪ ،‬يو داسې رن گ پ رې ښ کارېده‪ ،‬لک ه پخ واني ه ېر‬
‫شوي خياالت چې بيا راغلي وي او زړه يې خواږه خواږه دردونه نښلولي وي‪ ،‬خو د محبوبې دا حال ډې ر د ل ږ س اعت دپ اره‬
‫و‪ ،‬گلرخ دا خبره محسوسه کړه‪ ،‬چې محبوبه بې مطلبه کړکۍ ته نه وه راغلې او چې د کړکۍ نه وا پس ش وه‪ ،‬ن و هم يې څ ه‬
‫نا څه اثرات يووړل‪ ،‬خو محبوبې دومره زر ځان سمبال کړ‪ ،‬چې گلرخ ته خپل ه نظري ه ي و وهم ښ کاره ش و‪ .‬د ډوډۍ ن ه پس‬
‫مېلمانه رخصت شول‪ ،‬حليمې هم د گلرخ بال واخيسته‪ ،‬صفيه ورسره تر غ اړه ش وه او روانې ش وې‪ .‬س ليم به ر م وټر تيار‬
‫درولی و‪ ،‬خان بهادر يوسف خان هم ورسره والړ و‪ ،‬گلرخ موټر ته وخته‪ ،‬ورپسې چې محبوبه موټر ت ه خت ه‪ ،‬ي و الس يې د‬
‫برقعې د سمولو دپاره بهر راووېست‪ ،‬په الس يې د رولډگولډ يوې گوتې پړک وواهه‪ ،‬د يوسف خان ورت ه فک ر ش و‪ ،‬ح يران‬
‫حيران ورته په کتو شو‪ ،‬تا به ويل‪ ،‬چې گنې د تندر پړک وه‪ .‬سليم سالم وکړ‪ ،‬موټر يې روان کړ‪ ،‬خو يوسف خان هېڅ وان ه‬
‫ورېدل‪ ،‬هم هلته حيران والړ پاتې شو‪.‬‬

‫‪68‬‬
‫پينځم باب‬
‫(قلندر خان)‬
‫د وخت مسافر دمه نه کوي‪ ،‬ځکه د بني آدم دنيا ستړې او بې ارامه ده‪ ،‬بني آدم د ارام طالب دی‪ ،‬خ و ارام پ ه حقيقت کې‬
‫د هغه دپاره نشته‪ ،‬ځکه چې د هغه خمير د ترقۍ د خواهش په اوبو اغږل شوی دی‪ ،‬خ و چې ک وم وخت يې تکليف کم ش ي‪،‬‬
‫هغه ته ارام وايي‪ .‬سليم ته دغه شان ارام حاصل شوی و‪ ،‬خو د پېښور گرمۍ يې پ ه ص حت داس ې ب د اث ر وغورځ اوه‪ ،‬چې‬
‫هغه بيمار شو‪ .‬د محمد امين خان خيال و‪ ،‬چې سليم د اب و هوا د تبديلۍ دپاره‪ ،‬کوه مري يا ايبټ اباد ته واستوي‪ ،‬خ و س ليم د‬
‫دې نه خالف و‪ .‬هغه د خپل پالر محم د امين خ ان ډې ر زي ات اح ترام ک اوه‪ ،‬خ و دا يې هم خوښ ه ن ه وه‪ ،‬چې د خپل و خ وږو‬
‫دوستانو نه جدا شي او خپله ناروغتيا ورته څه خطرناکه هم نه ښکارېده‪ .‬د دوو ورځو راهيس ې محم د امين خ ان پ ه ک ور و‪،‬‬
‫گلرخ د ورور په خسمانه کې شپه ورځ په ځان يو کړي و او د محبوبې خو هډو خوب نه و‪ ،‬هغې د يوې خدمتگارې په ش ان‬
‫نه؛ بلکې د محمد امين خان د کور يوه خپله جينۍ معلومېده‪ .‬محمد امين خان ب ه هم ورت ه د اوالد پ ه نظ ر کت ل او د هغې پ ه‬
‫هکله د هغه خياالت ډېر نېک او د پيرزوينې نه ډک وو‪ .‬ډاکټر به په ورځ کې يو ځل ضرور راته او د هغه دا رايه وه‪ ،‬چې‬
‫سليم به ډېر زر جوړ شي‪ .‬محبوبه پخپله کوټڼۍ کې يو مېز سره نزدې والړه‪ ،‬د سليم د دوايۍ په بوت ل يې د خ وراک نښ انې‬
‫لگولې‪ ،‬چې يو قوي ځوان ورننوت‪ ،‬د عمر نه د پنځه دېرشو کالو ښ کارېده‪ ،‬غ ټې غ ټې خوفن اکې س ترگې او د اوږدو اوږدو‬
‫بڼو د زر زر ځمبلولو نه يې دا معلومېدل‪ ،‬چې هغ ه ي و ب زدل او مغل وب الغض ب س ړی دی‪ .‬پ وزه يې ن رۍ او پ ه مينځ کې‬
‫يوې ډډې ته کږه غوندې وه‪ ،‬غنمرنگ سپين غټن‪ ،‬وروځې يې د يوې بلې سره لگيدلې وې‪ ،‬تن گ وړوکی تن دی‪ ،‬پ ه الس کې‬
‫يې مړز او په تخر کې خلته‪ .‬هغه په يو داسې نظر محبوبې ته کتل‪ ،‬لکه سړيخور چې خپل ښکار ته گوري‪ .‬محبوبه د هغ ه د‬
‫قدمونو په ښکالو پوهه شوه‪ ،‬په هيبت يې ورته مخ ورستون کړ‪ ،‬لکه چې محبوبه د هغه د قدمونو د ښکالو سره اشنا وي‪(( ،‬ته‬
‫يې قلندر خانه!)) دا يې په بې اختيارۍ کې د خولې نه ووتل او بيا يې توج ه بوت ل ت ه واړول ه‪ ،‬هغې د اس وېلي پ ه ش ان س اه‬
‫واخيسته او په خپل کړه وړه باندې د څرگند شوي بوږن سره مشت او گرېوان شوه‪.‬‬

‫قلندر خان د محمد امين خان يو آواره او بد معاش وراره و‪ ،‬د هغه پالر محمود خان د محمد امين خ ان مش ر ورور و او‬
‫د مرگ په وخت يې قلندر خان هغه ته سپارلی و‪ .‬محمد امين خان د قلندر خان په تربيت کې هېڅ کوتاهي ن ه وه ک ړې‪ ،‬خ و‬
‫څومره به چې د قلندر خان پرورش په ښه طريقه کېدو‪ ،‬هومره به د هغه اخالق خرابېدل‪ .‬د محمد امين خان سره دا افسوس‬
‫و‪ ،‬چې په وړوکوالي کې د قلندر خان تربيت ته پالر خيال ونه کړ او چې ځ وان ش و‪ ،‬ن و د پ رورش ب ار يې د هغ ه پ ه اوږه‬
‫واچوه او د يو ځوان تربيت څه اسان کار نه دی‪ .‬هغه به د تره يوه خبره هم نه منله‪ ،‬د هغه بدو عادتونو د فطرت رنگ اختيار‬
‫کړی و او تراوسه چې محمد امين خان د هغه بياسته (‪ )10‬اوږده کړې وه‪ ،‬نو هغه صرف د مرح وم ورور د وص يت پ ه وج ه‬
‫او يو لوی غم دا هم و‪ ،‬چې محمود خان د مرگ په وخت وصيت کړی و‪ ،‬چې محمد امين خان دې خپل ه ل ور د قلن در س ره د‬
‫عمر دپاره وتړي او محمد امين خان ورسره د دې وصيت د پوره کولو وعده ک ړې وه‪ .‬د ک ومې ورځې ن ه چې محبوب ه دلت ه‬
‫نوکره شوې وه‪ ،‬هغې د قلندرخان د ذهنيت او اخالقو پوره پوره اندازه کړې وه‪ ،‬هغه به هميش ه د قلن در خ ان ن ه پ ه وې ره او‬
‫ترهه کې وه او هيچرې يې داس ې موق ع ن ه ورکول ه‪ ،‬چې د هغې س ره ي و پ ه ي و خ برې وک ړي‪ .‬دغ ه وج ه وه‪ ،‬چې اوس د‬
‫قلندرخان‪ ،‬د هغې کوټڼۍ ته ناڅاپه راننوتو‪ ،‬د هغې په زړه هيبت راوست‪.‬‬

‫قلندر خان‪ :‬هو زه يم محبوبې! دا څه کوې؟‬

‫محبوبه‪ :‬د خان په دوايۍ نښانې لگوم‪.‬‬


‫‪10‬‬
‫‪ -‬رسۍ‪ ،‬پړی‪.‬‬

‫‪69‬‬
‫قلندر خان‪ :‬کاکا مې په کور دی؟‬

‫محبوبه‪ :‬هو په کور دی‪.‬‬

‫محبوبې د قلندرخان د خبر ځواب کاوه‪ ،‬خو مخ يې نه ورکاوه‪.‬‬

‫قلندر خان‪ :‬زما نه خو به خفه نه يې؟‬

‫د دې خبرې سره د قلندر خان اکربکر بدل شول او په مخ کې يې د شيطاني تاثراتو تير غځونه وکړه‪ ،‬هغه مړز په خلته‬
‫کې واچوه او د محبوبې په کټ کښېناست‪ ،‬قلندر به ايله خپله خلته د کټ په پښه کې اويزانه کړې وه‪ ،‬چې محب وبې د دوايۍ‬
‫بوتل واخيست او د کوټې نه بهر ته روانه شوه‪.‬‬

‫قلندر خان‪ :‬نه االم نه کالم او دا ده روانه شوه‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬د خان د دوايۍ وخت دی‪.‬‬

‫قلندر خان‪ :‬او زه دې جوړ خان نه يم؟‬

‫محبوبه‪ :‬لږه غوندې پښه نيولې شوه‪ ،‬خو مخ يې ستون نه کړ‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬ولې نه! ته خو د خانانو خان يې‪.‬‬

‫قلندر خان‪ :‬ما ستا نه يو تپوس کاوه‪ ،‬محبوبه راستنه نه شوه‪ ،‬وړاندې روانه شوه او په تگ تگ کې يې ووي ل‪(( :‬چې زه‬
‫دوايي يوسم او د کار نه اوزگاره شم‪ ،‬نو بيا تپوس وکړه))‪ .‬د دې وين ا س ره روان ه ش وه‪ ،‬هغې پ ه الر کې پ ه خپ ل ک ړه وړه‬
‫سنجيدگي پيدا کړه او د سليم کمرې ته ورننوته‪ .‬گلرخ سليم سره نزدې په يوه کرسۍ ناسته وه او محمد امين خان د يو کاغذ په‬
‫مطالعه کې مصروف و‪ ،‬چې محبوبه ور ننوته‪ ،‬محمدامين خان ورته سر راپورته کړ او ويې ويل‪(( :‬څه دي بچۍ؟))‬

‫محبوبه‪ :‬خان کاکا! د وړوکي خان دوايي ده‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ته ماته راکړه‪ ،‬محبوبې گلرخ ته د دوايي بوتل ورکړ‪ ،‬هغې ورته الندې باندې وکتل او ويې ويل‪(( :‬څومره ښکلې‬
‫نښانې دې پرې لگولي دي؟))‬

‫محبوبه‪ :‬دا ټول ستاسو د ښه پرورش برکت دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ابا! محبوبه خور ډېره شريفه جينۍ ده‪ ،‬زه دا نه شم زغملی‪ ،‬چې غريبه د ي وې خ دمتگارې پ ه حيثيت م ونږ س ره‬
‫عمر تېروي‪.‬‬

‫محمد امين خان‪ :‬زويه! ستا خيال ډېر ښه دی او ما ترې دوه درې کرته پوښ تنه هم ک ړې ده‪ ،‬خ و محبوب ه د دې ن ه خپ ل‬
‫حيثيت زياتول نه غواړي نو‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬په هر انسان کې تر خپله حده د ترقۍ کولو خواهش وي‪ ،‬چې زه د محبوبې ذه نيت ت ه فک ر وک ړم‪ ،‬ن و پک ار ده‪،‬‬
‫چې هغه ډېره زياته د ترقۍ کولو خواهشمنه وي‪ ،‬خو په خوله يې مدام د انکار ټکی وي‪.‬‬

‫محمد امين‪ :‬د محبوبې بچۍ‪ ،‬ژوند څه اسراري غون دې ښ کاري‪ ،‬زه د هغې د ک ردار پ ه آئين ه کې د هغې ل وړ خياالت‬
‫صفا صفا وينم او په دې خپله نظريه پوره يقين لرم‪ ،‬ځکه چې ماته تراوسه خپل ذهن هېچرې تېر نه دی راکړی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬محبوبې! ته خو بالکل چپ يې‪.‬‬

‫‪70‬‬
‫محبوبه‪ :‬زه په دې خبرو څه پوهېږم؟ څه چې مې وخت په وخت په ن ورو ځ ايونو کې زده ک ړي دي‪ ،‬هغ ه ک وم‪ ،‬دلت ه‬
‫چې څه زده کړم‪ ،‬هغه به مې په مخکې ژوند کې پکار شي‪.‬‬

‫محمد امين‪ :‬محبوبې بچۍ! زمونږ درسره قدرتي همدردي ده‪ ،‬زما خواهش دی‪ ،‬چې خدای س تا ن ه هم ي وه داس ې پېغل ه‬
‫جوړه کړي‪ ،‬لکه چې دا ده‪ ،‬د دې سره محمد امين خان هغه کاغذ محبوبې ته ورکړ‪ ،‬کوم چې د هغه پ ه الس کې و‪ ،‬محب وبې‬
‫کاغذ واخيست او ويې ويل‪ :‬خان کاکا! زه پرې څه پوهېږم‪ ،‬په دې کاغذ کې څه ليکلي دي؟‬

‫محمد امين‪ :‬دا يوه تعليم يافته شاعره جينۍ ده‪ ،‬وفا يې تخلص دی‪ ،‬سليم ته يې يو نظم د اصالح دپاره رالېږلی دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬او هغه هم ډېره موده پس‪.‬‬

‫محبوبه‪ :‬زما قسمت به داسې چرته وي‪ ،‬چې زه تعليم وکړم؟ په دې دوران کې محمد امين خان د مطلب په نظر سليم ت ه‬
‫کتل‪ ،‬سليم پوه و‪ ،‬چې د هغه پالر‪ ،‬د محبوبې د قابليت امتحان کوي او د هغې د وينا په تناسب او د الف اظو پ ه اس تعمال کې د‬
‫هغې د پټ شخصيت نه پرده پورته کوي‪ .‬د زوی او پالر دواړو يقين وو‪ ،‬چې محبوبه معم ولي پېغل ه ن ه ده‪ ،‬خ و محب وبې د‬
‫خپلو حرکاتو سکناتو او د وينا نه هغوی ته دا موقع نه ورکوله‪ ،‬چې د هغې د شخصيت ژورو ت ه ک وز ش ي‪ ،‬ي ا ب ه محب وبې‬
‫رښتيا ويل‪ ،‬او محمد امين او سليم به په وهم کې پراته وو‪.‬‬

‫محمد امين‪ :‬خير! خدای دې وکړي‪ ،‬چې څرنگه د هغې خياالت اوچت او پاکيزه دي‪ ،‬چې دغه شان يې اخالق هم بلن د او‬
‫سپېڅلي وي‪ ،‬د شاعرانو اخالق ډېر کم ښه وي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ابا! الال مې په داسې خبره ډېر خفه کېږي‪ ،‬په دې خبره سليم مسکی شو او ويې ويل‪ :‬نه خورکۍ! ابا مې صحيح‬
‫خبره وکړه‪ ،‬شاعر د خپل مزاج تلون خاصو اصولو ته نه پرې ږدي‪ ،‬ت ر څ و يې چې اعلی پ رورش ن ه وي ش وی‪ ،‬ت ر هغ ه د‬
‫شاعر د طبيعت واگې په خپل واک کې نه وي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬يعنې شاعران ټول په ((غاوون)) (‪ )11‬کې داخل دي‪ .‬په دې خبره محمد امين خان مسکی ش و او محب وبې مخ ب ل‬
‫خواته واړوه‪.‬‬

‫محمد امين‪(( :‬أِالَّ الَّ ِذينَ آ َمنُوا َو َع ِملُوا الصّالِ َحا ِ‬


‫ت ‪)12( ))...‬‬

‫محبوبه‪ :‬خان د دوايۍ وخت دی‪ ،‬يو خوراک وڅښئ!‬

‫گلرخ‪ :‬او هو! زمونږ خو د خيال نه وتلې وه‪ ،‬دې خوا کړه‪ ،‬محبوبې د دوايۍ بوتل گلرخ ته ورکړ‪ ،‬گلرخ دوايي پ ه پيال ه‬
‫کې واچوله او سليم ته يې ورکړه‪ .‬سليم دوايي وڅښله‪ ،‬خو د هغه ال غونی زيږ زيږ کېده‪ ،‬چې برقي گنټۍ وغږېده‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬محبوبې! ته ورشه وگوره څوک دي؟ محبوبه د کمرې نه ووته او چې لويې دروازې ته نزدې شوه‪ ،‬د محم د امين‬
‫خان نوکر عزيز‪ ،‬برقي گنټۍ ته والړ و او د دروازې نه بهر قلندر خان د رفيق س ره خ برې ک ولې‪ .‬پ ه ډې ر ل ږ وخت کې د‬
‫رفيق نظر په محبوبې پرېوت‪ ،‬د رفيق الوتونکی نظر د محبوبې په پلو راحصار شو‪ .‬عزيز غ ږ ک ړ‪(( :‬د کش ر خ ان د تپ وس‬
‫دپاره مېلمانه راغلي دي!)) محبوبې هېڅ ونه ويل‪ ،‬ځکه چې رفيق او قلندر خان ډېر نزدې والړ وو‪ ،‬د هغې منشاء وه‪ ،‬چې‬
‫د مېلمنو نومونه ورته معلوم شي‪ ،‬پښه نيولې غوندې شوه‪ ،‬عزيز بيا وويل‪(( :‬رفيق او عصمت هللا دي))‪ .‬محبوبه دننه روان ه‬
‫شوه‪ ،‬د رفيق دې دويم ځل ليدو يې په احساس يو داسې نقش پيدا کړ‪ ،‬چې هغې به د رفيق د بيا بيا ليدو زورداره مطالب ه پيدا‬
‫کوله‪ ،‬چې کمرې ته ورننوته‪ ،‬محمد امين خان‪ ،‬سليم او گلرخ د استفهام په نظر ورته وکتل‪ ،‬محبوبې وويل‪(( :‬خان کاکا! رفيق‬
‫او عصمت هللا راغلي دي))‪.‬‬

‫‪11‬‬
‫‪ -‬والشعراء يتبعهم الغاوون‪ ۲۲۴ ،‬ـ ‪.۲۲۶‬‬
‫‪ -‬اصل‪ :‬أِالَّ من آمن و من تاب‪ .‬بشپړ ايت‪ ،‬والشعراء يتبعهم الغاوون‪ /... ۲۲۴ ،‬أِالَّ الَّ ِذينَ آمنوا و عملو الصالحات ‪.۲۲۶‬‬ ‫‪12‬‬

‫‪71‬‬
‫محمد امين خان‪ :‬ښه ده نو بچۍ ته او گلرخ دننه الړې شئ! چې زه مېلمانه راولم‪ .‬گلرخ او محبوبه دننه الړې او محم د‬
‫امين خان د مېلمنو د هرکلي دپاره بهر ته ووت‪ .‬په دې کې د موټر هارن واوريدل شو‪ ،‬سليم د دې هارن س ره اش نا و‪ ،‬هغ ه‬
‫پوه شو‪ ،‬چې اکبرخان هم راورسېد‪ .‬يو ساعت پس رفيق‪ ،‬عص مت هللا او اکبرخ ان د محم د امين خ ان س ره دنن ه راغل ل‪ ،‬د‬
‫اکبرخان سره صفيه او مور يې هم راغلې وې‪ ،‬هغه گلرخ ته ور ننوتې‪ .‬اکبرخان‪ ،‬رفيق او عصمت هللا جدا جدا د سليم م زاج‬
‫پرسي وکړه‪ ،‬محمد امين خان‪ ،‬عزيز ته د قهوې تيارولو هدايت وکړ او لږ ساعت پس خبرواترو بل اړخ بدل کړ‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬مونږ ډېر کوښښ وکړ‪ ،‬خو د سليم د خيال رجحان مو هېڅ معلوم نه کړ؟‬

‫محمد امين‪ :‬زه په دې خبره ډېر خوشحال يم‪ ،‬چې سليم زما په رايه د خپل ژوند الر جوړه کړې ده‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬څرنگه کاکا؟‬

‫محمد امين‪ :‬رفيقه بچيه! خبره دا ده‪ ،‬چې د سليم چې د قوميت په هکله کومه نظريه ده‪ ،‬هغه ستاس و د ټول و ن ه ج دا ده او‬
‫تر څو چې د هغې دپاره ميدان نه وي جوړ‪ ،‬د هغې ظاهرول مصلحت نه دی‪.‬‬

‫قلندر خان‪ :‬پرون بيا سرخپوشانو ډولونه غږول‪ ،‬چې بيا څه غواړي؟ په دې خبره رفيق او عصمت هللا ي و ب ل ت ه وکت ل‪،‬‬
‫بيا يې محم د امين خ ان او س ليم ت ه وکت ل‪ ،‬س ليم خ و پ ه کرکجن ه خن دا مخ ب ل ط رف ت ه واړوه او‬
‫محمد امين خان نور هم سنجيده شو‪ ،‬د هغه دا سنجيدگي د قلندر خ ان پ رده پټ ول و؛ پ ه بې پ روايۍ س ره يې ووي ل‪ ،‬سياس ي‬
‫نظريې چې د هر اړخ نه ونه کتل شي‪ ،‬په هغو عمل کول پکار نه دي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬اخر دومره خو ووايئ‪ ،‬چې د سليم نظريه څه ده؟‬

‫محمد آمين‪ :‬د هغه نظريه دا ده‪ ،‬چې کور متفق شي‪ ،‬کلي ته او چې کلی متفق شي‪ ،‬وطن ته رسي‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬دا خو يو روڼ حقيقت دی‪ ،‬خو دا زمونږ دپاره صرف يو مختصر تمهيد دی‪ ،‬مقصد ال پټ دی‪.‬‬

‫محمد امين‪ :‬زما مطلب دا دی‪ ،‬چې هرڅو که مونږ پښتانه يو‪ ،‬خو مسلمانان هم يو او که مونږ د رس ول ک ريم هغ ه پ اک‬
‫ژوند د نمونې دپاره د خپلې الرې مشال کړو‪ ،‬نو زمونږ کاميابي به ډېره يقيني وي‪ ،‬ځک ه چې د خپلې پ وهې س ره د اس ماني‬
‫هدايت ملگرتيا د يقيني کاميابۍ ضمانت وي‪ ،‬هغوی چې د اسالم د تبليغ اراده کړې وه‪ ،‬نو ل ومړي ش روعات يې د خپ ل ک ور‬
‫نه کړي وو‪.‬‬

‫قلندر خان‪ :‬کاکا ريښتيا دې وويل‪ ،‬موسی پيغمبر هم د خدای سره ډېرې نازکې خبرې کړې وې‪.‬‬

‫سليم‪ :‬قلندر الال! لږې اوبه خو راوړه‪ .‬رفيق او عصمت هللا مسکي شول‪.‬‬

‫قلندر خان‪ :‬وا عزيزه! عزيزه! بېخ دې ووځه‪ ،‬سرکوزيه چرته ورک شوې‪ ،‬اوبه راوړه‪ ،‬اوبه‪.‬‬

‫محمد امين‪ :‬صبر وکړه‪ ،‬هغه به قهوه تياروي‪.‬‬

‫قلندرخان‪ :‬کاکا! نو دا محبوبه د کوم مرض دارو ده؟ دلته يو منگی اوبه قدرې هم نه ږدي‪ ،‬نن ايله ک ه وای‪ ،‬زم ا م ړز د‬
‫جل نه بچ شو‪ ،‬هغه تېر مړز نه دی؟ هغه په پنځوس مې اخيستی دی‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬په جنگ کې څرنگه دی؟‬

‫عصمت هللا‪ :‬بگېلي خو به نه وي؟‬

‫‪72‬‬
‫قلندر خان‪ :‬توبه وباسه سړيه! زه او بگيلي مړز؟ دا دې څه خبره وکړه؟ که دې وليد؛ نو وب ه وايې‪ ،‬چې ي ره قلن دره س خ‬
‫دې شه‪ ،‬چې داسې مړز په گوتو درغلی دی‪ .‬په هغه تېره جمعه مې د ادل متين خ ان د م ړز س ره ج وړه ک ړی و‪ ،‬دوه س وه‬
‫روپۍ پاس او څوک پنځوس روپۍ ورکوي‪ ،‬څوک مړز‪ .‬خلکو وېرولم‪ ،‬چې د ادل متين م ړز غټ غټ چرگ وړي وهي‪ ،‬خ و‬
‫ما ورته ويل‪ ،‬چې چرگوړي څه وي؟ زما د مړز نه خو د کولنگي چرگانو سترگه هم س وزي ‪ ...‬تاس و ص بر وک ړئ‪ ،‬چې زه‬
‫يې درله راوړم‪ .‬قلندر خان پاڅېد‪ ،‬بهر ته روان شو‪ ،‬د هغه مړز د محبوبې په کمره کې پاتې و‪.‬‬

‫محمد امين‪ :‬بچو! خپه کېږئ م ه‪ ،‬دا زم ا ي و جاه ل وراره دی‪ ،‬زم ا د مش ر ورور نښ ه‪ ،‬بيا مات ه هغ ه مش ر ورور دا‬
‫وصيت هم کړی دی‪ ،‬چې زه د هغه ډېر خيال وساتم او خپله لور هم هغه ته واده کړم‪ ،‬د دې خبرې اورېدل و‪ ،‬چې د اکبرخان‬
‫په گالبي اننگو کې د زعفرانو رنگ پيدا شو‪ ،‬د هغه ارمانونه د زړه نه سترگو ته وختل‪ ،‬هغه څ ه پ ه داس ې نظ ر محم دامين‬
‫خ ان ت ه وکت ل‪ ،‬لک ه ي و ن ازبين وراره چې ي و غاص ب او ظ الم ت ره ت ه گ وري‪ .‬د رفيق او‬
‫عصمت هللا په مخ د تاسف او حيرت گډې وډې نښې ښکاره شوې او سليم له شرمه خپل مخ په السونو پټ کړ‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬کاکا! مونږ ستاسو په کار کې او بيا ستاسو په مخکې د رايې حق نه لرو‪ ،‬خو که قلندر خ ان ستاس و د ل ور الئ ق‬
‫وي نو ‪...‬‬

‫محمد امين‪ :‬که اليق وي که نه وي‪ ،‬ما وعده کړې ده‪ ،‬زما د مشر ورور روح به خفه شي‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬نو تاسو يې د تعليم تربيت هېڅ خيال ونه ساته؟‬

‫محمد امين‪ :‬زه افسوس کوم‪ ،‬چې زما نه هېڅ ونه شول‪ ،‬د پالر د مرگ په وخت قلندر ځلمی و‪ ،‬هغ ه خپ ل پالر همدغ ه‬
‫شان بې لگامه روږدی کړی و‪ ،‬ما خپل کوښښ وکړ‪ ،‬خو افسوس چې ‪...‬‬

‫سليم‪ :‬ابا! د دې قسمه وعدې د پوره کولو حق نه لرې‪( .‬دا شان وعدې د پوره کولو نه وي)‪.‬‬

‫محمدامين‪ :‬بچيه! وعده اخر وعده وي‪ .‬په دې کې بهر د قلندر خان شور ځوږ واورېدل شو‪(( ،‬خدای راستي پوزه به دې‬
‫پرې کړم‪ ،‬کم بختې‪ ،‬بې حيا! دومره فکر دې نه کاوه))‪ ،‬د دې په ځواب کې ي و زنان ه غ ږ واورې دل ش و‪ ،‬خ و څ وک يې پ ه‬
‫مطلب پوه نه شول‪ .‬محمد امين خان بهر ته ورغی او لږ س اعت پس د ق دمونو د ښ کالو ن ه معلوم ه ش وه‪ ،‬چې واپس راروان‬
‫دی‪ ،‬محمدامين خان دننه راغی‪ ،‬ورپسې قلندر خان هم د غصې نه رپندي اخيستی رانن ووت او ويې وي ل‪(( :‬کاک ا! دا محبوب ه‬
‫ټوله تا په سر خيژولې ده‪ ،‬گوره دومره ړنده وه‪ ،‬چې ما هلته د مړز خلته اويزانه کړې وه او هغې ن ه ليده‪ ،‬دا دی پيش و ت رې‬
‫وخوړ‪ ،‬يره خدای راستي چې د مرگ سره جوړېږي‪ ،‬زما د پنځوسو روپو مرز وه))‪.‬‬

‫محمد امين‪ :‬بس دی بچيه! مېلمانه دي‪ ،‬خير دی‪ ،‬بل مړز به واخلې! رفيق او عص مت هللا ن وره خن دا ن ه ش وه زغملی‪،‬‬
‫شنه ککړ پرېوتل او سليم د قهر او غصې نه په شونډو چيچلو شروع وکړه‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬ياره قلندر خانه! کافره پيشو وه‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬ډېره حرام خوره وه‪.‬‬

‫قلندر خان‪ :‬دا هم‪ ،‬هغې حرام خورې محبوبې ساتلې ده کنه‪.‬‬

‫محمد امين خان په غصه شو او قلندر خان ته يې وويل‪(( :‬چپ ش ه کم عقل ه! د مېلمن و پ ه مخکې څ وک داس ې خ برې‬
‫کوي؟ ځه بهر ته))‪.‬‬

‫قلندر خان‪ :‬ځه بهر ته او ځه بهر ته‪ ،‬زما پ ه زړه خ و يې نوک ارې ښ ځې ک ړې‪ ،‬خ دای راس تي چې زه دا پيش و ژون دۍ‬
‫پرېنږدم‪ ،‬دا يې وويل او په غصه کې بهر ته ووت‪.‬‬

‫‪73‬‬
‫محمد امين‪ :‬الحول وال قوة االباهلل! د دې جاهل د هغې غريبې محبوبې س ره پرت ه ده او هغ ه دوم ره ش ريفه او قابل ه ده‪،‬‬
‫چې څو څو کرته مونږ دا ارده وکړه‪ ،‬چې د هغې نه د خدمتگارې کار نه اخلو‪ ،‬بلکې د خپل کور يوه ممبره يې گڼو‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬هغه څوک ده؟‬

‫محمد امين‪ :‬خپل اصلي نوم نښان يې چې هر څه وي‪ ،‬خ و زم ونږ د ټول و دا يقين دی‪ ،‬چې هغ ه د ي وې ش ريفې ک ورنۍ‬
‫جينۍ ده او د دې سره تعليم يافته هم ده‪ ،‬خو هغه دې ته غاړه نه ږدي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬خير! هر څه چې وي‪ ،‬خو کاکا! هغه د قوميت د نظريې خبره خو په ځای پاتې شوه‪.‬‬

‫محمد امين‪ :‬ما دا ويل‪ ،‬چې آنحضرت صلی هللا عليه و اله و سلم‪ ،‬تبليغ اول د خپل کور نه شروع کړی و‪ ،‬زم ا مطلب دا‬
‫دی‪ ،‬چې داسې تحريک شروع کړی شي‪ ،‬چې د پښتون اتحاد وشي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬زما په خيال خو به احرار‪ ،‬د دې سره ضرور اتفاق وکړي‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬او خدايي خدمتگار هم‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬او خاکساران هم‪ ،‬محمد امين خان وخندل او ويې ويل‪ :‬زه ډېر خوشحال يم‪ ،‬چې پ ه ي و رن گ کې تاس و د دې‬
‫نظريې سره متفق يئ‪ ،‬په هره اختالفي خبره کې څ ه ن ا څ ه د اتف اق ارخ وي او ش کر دی‪ ،‬چې زم ا دا تس لي وش وه‪ ،‬چې دا‬
‫تحريک به د کاميابۍ سره تر غاړه شي‪ ،‬خو زه اوس ستاسو د اختالف صورت هم ښکاره کول غواړم‪ ،‬ستاسو ه ره ډل ه ب ه د‬
‫پښتون اتحاد ملگرې وي او د دې اصولو س ره ب ه اتف اق ظ اهر ک ړي‪ ،‬خ و د ه رې ډلې ب ه دا منش اء وي‪ ،‬چې هغ ه د خپل و‬
‫اصولو د الندې دا کار وکړي او ظاهره خبره ده‪ ،‬چې په دې مختلفو جماعتونو کې د يو بل سره ډېر اختالف موجود دی‪ ،‬ن و‬
‫نتيجه به يې دا شي‪ ،‬چې دا تحريک به د عمل جامه وانه غوندی شي‪ ،‬زه دا غواړم‪ ،‬چې دا تحريک دې د موجوده ټولو ډلو نه‬
‫ځان ته جدا‪ ،‬د يو منظم جماعت په نگرانۍ کې وچلېږي او د موجوده مختلفو ټولگو د اثر نه دې بالکل پاک وي‪.‬‬

‫سليم مسکی شو‪ ،‬اکبرخان ورو ورو سر وخوځاوه‪ ،‬د عص مت هللا د ک ړه وړه ن ه هم ښ کارېدل‪ ،‬چې هغ ه ل ه دې خ برې‬
‫سره متفق دی‪ ،‬په دې کې رفيق سر راپورته کړ او ويې ويل‪(( :‬کاکا! ستاسو خيال د لمر په ش ان روښ ان او رښ تينی دی‪ ،‬دا‬
‫موجوده جماعتونه دا کار سرته نه شي رسولی))‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬هو کنه! مثال که عالَّمه مشرقي صاحب دا کار‪ ،‬سليم په خندا شو او ويې ويل‪(( :‬نېک بخته! د عالمه مش رقي‬
‫صاحب د دې تحريک سره څه همدردي کېدی شي؟))‬

‫عصمت هللا‪ :‬خير نو که باچا خان يې شروع کړي؟‬

‫سليم‪ :‬نو مسلم ليگ او ځينې نور جماعتونه به يې مخالفت ونښلوي‪.‬‬

‫محمد امين‪ :‬دا خبره صحيح ده او همدغه بې اتفاقي ده‪ ،‬چې په مونږ کې غورځول ش وې ده‪ ،‬ي اد ل رئ‪ ،‬چې دا ځانځ اني‬
‫او اختالف په خپله نه دی پيدا شوی‪ ،‬بلکې ارادتاْ چا پيدا کړی دی‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬سبحان هللا‪ ،‬څومره رښتينې خبره ده‪.‬‬

‫محمد امين‪ :‬الحمدهلل‪ ،‬چې تاسو زما په مطلب پوه شوئ او زما نظريه مو خوښه کړه‪ ،‬دا زما د څلوېښتو کالو د تجربې ن ه‬
‫پس يقيني خياالت دي او همدغه مې سليم ته تعليم کړي دي او دا وصيت مې ورته کړی دی‪ ،‬چې خپل ژوند هم د دې خياالتو‬
‫او اصولو د خورون او ترويج لپاره وقف کړي))‪ ،‬په دې کې عزيز قهوه راوړه او په م ېز يې کېښ وده‪ ،‬ټول و ت ه يې پيالې‬
‫ډکې کړې او بيا يې سليم ته وويل‪(( :‬خان! محبوبې ويل‪ ،‬د اکبرخان مور او خور بي بي راغلي دي‪ ،‬ستاسو پوښتنه کوي؟‬

‫‪74‬‬
‫سليم‪ :‬ښه! هغوی هم راغلي دي؟‬

‫محمد امين‪ :‬هو بچيه! خو مونږ قلندر د څه هوش ته پرېنښودو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ترور بي بي ته مې سالم وايه او ورته ووايه‪ ،‬چې دعا کوي‪ ،‬اوس د خدای فضل دی‪ ،‬جوړ يم‪.‬‬

‫محمد امين‪ :‬بچو! تاسو مشغولېږئ‪ ،‬چې زه لږ د مېلمنو خويندو ستړي مشي ته ورشم‪ ،‬محمد امين خان کور ته نن ووت‬
‫او رفيق د خبرو لپاره غاړه تازه کړه‪ ،‬بيا يې وويل‪ :‬سليمه! بابا دې عجيبه خبره وکړه!‬

‫س ليم‪ :‬اوس چې خ بره ي اده ش وه‪ ،‬ن و زه ب ه يې درت ه ص فا ص فا ووايم‪ ،‬خ بره دا ده‪ ،‬چې پ ه پښ تون کې دا‬
‫ْ‬
‫قصدا چا پيدا کړی دی‪.‬‬ ‫بې اتفاقي‪ ،‬جمود‪ ،‬غفلت او جهالت اتفاقاْ نه دی پيدا شوی‪ ،‬بلکې‬

‫عصمت هللا‪ :‬او هغه بغير د فيرنگي نه‪ ،‬بل هېڅوک نه شي کېدی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬په دې کې څه ش ک دی او طبع ا ً ح ق هم ل ري‪ ،‬چې د خپ ل اقت دار د ق ايم س اتلو دپ اره پ ه م ونږ کې د کم ترۍ د‬
‫احساس کرونده وکړي او هغه ټولې وسلې استعمال کړي‪ ،‬کومې چې د هغه د اقتدار مېخونه کلکوي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬دا خبر د اورېدو قابله ده‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬که خان بهادر صاحب هم موجود وی‪ ،‬نو څومره به ښه و‪.‬‬

‫سليم‪ :‬خير!خان بهادر صاحب ته به هم دا خبرې ورسي‪ ،‬که مونږ په خپلو کې متفق ش و‪ ،‬د خ ان به ادر ص احب هم بل ه‬
‫الر نشته‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬هو کنه! چې د کالبد په نظام کې باقاعدگي پيدا ش ي‪ ،‬د م رض څ ه مج ال دی چې ‪ ...‬س ليم پ ه خن دا ش و او‬
‫ورسره رفيق هم مسکی شو‪ .‬سليم وويل‪ :‬زه به ډېر وړاندې نه ځم‪ ،‬چې پخوا د پښتون د جمعيت او اتحاد نقشه څرنگه وه‪ ،‬خو‬
‫د سنه ‪۱۸۹۷‬ـ ‪ ،۱۸۹۸‬د تيراه د جهاد زمانه به در په ياد کړم‪ ،‬په دې وخت کې د پښتنو د يووالي يو پړک څرگن د ش وی و‪،‬‬
‫دې پړق د برتانيې سترگې برېښولې وې او د هغه په فوالدي اراده کې يې د اوبو په څېر نرمي پيدا کړې وه‪ ،‬هغه محس وس‬
‫کړې وه‪ ،‬چې دا جنگيال قام نه يوازې مضبوط‪ ،‬بلکه د جنگ د اصولو نه هم ښه خبر دی‪ ،‬د دې قام متحده ط اقت ت ه شکس ت‬
‫ورکول د اوسپنې نينې چيچل دي‪ ،‬ځکه چې په تيراه حمل ه څ ه وه‪ ،‬د بيدارۍ ي و بگ ل (‪ )13‬و‪ ،‬چې د چ ترال ن ه واخل ه‪ ،‬ت ر‬
‫بلوچستانه يې د پښتنو ننگيالي احساسات ولړزول‪ .‬د دې نه برت انيې ان دازه ولگول ه‪ ،‬چې پ ه راتل ونکې زمان ه کې ب ه هغ ه د‬
‫کومو اصولو د الندې د پښتنو په څټ د خپل اقتدار جغ قايم وساتلی شي او د هغه دپاره کوم قسم قدم اوچتول ضروري دي‪.‬‬

‫سليم ته ټوخی ورغی او يو ساعت پس ورته رفيق وويل‪(( :‬استاد تقرير خو به ستا د صحت دپاره مضر نه وي؟))‬

‫سليم‪ :‬نه نه! د خدای فضل دی‪ ،‬خير نو برتانيې د دې کار د تکميل دپاره دوه طريقې وسنجولې‪ ،‬ړومبۍ د پښتنو قبيلو پ ه‬
‫مينځ کې دښمني اچول او دويم د تعليم يو داسې نصاب ج وړول‪ ،‬چې د پښ تون راتل ونکی ک ول ب زدل‪ ،‬بې اتفاق ه او بېک اره‬
‫شي‪ .‬نه يوازې دا‪ ،‬بلکه په هغه کې د کمترۍ د احساس يوه داسې پخه کرونده وشي‪ ،‬چې په پېړو پ ېړو هم د هغ ه پ ه ذهن‬
‫کې د آزادۍ او اقتدار خيال پيدا نه شي‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬جزاک هللا! څومره روښانه حقيقت دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬تاسو ته معلومه ده خوږو وروڼو! چې د ړومبني تجويز د بشپړولو دپاره فيرنگي څرنگه قدم پورته کړ؟‬

‫‪13‬‬
‫‪ -‬بيگل (تورم)‪ ،‬خپروونکی سورنا‪ ،‬درياب‪.۱۶۹ /‬‬

‫‪75‬‬
‫يو ساعت خاموشي وه او د ټولو د ک ړه وړه ن ه معلومې دل‪ ،‬چې هغ وی د دې س وال ځ واب ص رف د س ليم د خ ولې ن ه‬
‫اورېدل غوره گڼي‪ ،‬سليم د خبرو سلسله جاري وساتله‪(( ،‬په سرحد کې د ايجنسو قيام))‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬جزاک هللا! حقيقت دی‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬بالکل رښتيا دي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬دا د خيبر ايجنسۍ‪ ،‬دا د مالکنډ ايجنسۍ دا د ټوچي او ُکرمه ايجنسۍ او داسې ځه ور پسې‪ ،‬يه هره ايجنس ۍ کې ي و‬
‫يو پولټيکل ايجنټ مقرر کړی شو او د هرې قبيلې سره پولټيکل ايجنټ خپل سياسي تعلقات قايم کړل او دا پاليسي يې وس اتله‪،‬‬
‫چې په کومه تپه کې دوه لوی خانان يا ملکان وو‪ ،‬هغه يې پخپلو کې د يو بل سره واچول‪ ،‬په داس ې طريق ه چې دواړو س ره‬
‫به يې پټ پټ امداد کاوه او هر يو به دا خيال کاوه‪ ،‬چې صاحب بهادر صرف زما همدرد او ملگری دی‪ ،‬بيا به نو په ټوله تپه‬
‫کې دوه پرې جوړې شوې او دښمنۍ به زور واخيست‪ .‬زه به يې څه درته نومون ه اخلم‪ ،‬تاس و ټ ول د وطن خل ک يئ او ه ر‬
‫څوک ډېر ښه پيژنئ‪ ،‬بيا که په هر قام کې يې دنننۍ دښمنۍ پيدا کړې وی‪ ،‬نو خير و‪ ،‬غضب يې دا وکړ‪ ،‬چې ټول قامونه يې‬
‫د يو بل سره مشت او گرېوان کړل‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬څومره رښتينې خبرې دي‪ ،‬د ډيوې الندې تياره وه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬لږ خيال خو وکړئ‪ ،‬پښ تانه ټ ول مس لمانان دي‪ ،‬بيا ټ ول د حنفي م ذهب س ره تعل ق ل ري‪ ،‬ژب ه يې ي وه‪ ،‬رس مونه‬
‫رواجونه يې نزدې نزدې يو‪ ،‬خو اپريدي بغير د بدرگې نه د شينواري په عالقه کې سفر ن ه ش ي ک ولی‪ ،‬چې ُمهمن د د غلج و‬
‫(‪ ) 14‬خانانو ته لوښی نه وي ورکړی‪ ،‬نو د غلجکو عالقې ته د تگ اراده قدرې نه شي کولی‪ .‬دا ولې؟ ولې دا يو پښتون داسې‬
‫د يو بل دښمن شو؟ دا ارومرو د يوې کلکې او پخې ارادې ښکار شوی دی‪ .‬نن تاسو مات ه دا ښ ودلی ش ئ‪ ،‬چې ي و ُمهمن د ب ه‬
‫اپريدي ته خور لور ورکړي؟ هېچرې نه! تر دې حده يې زمونږ د خېښۍ او خپلولۍ تار شلولی دی‪ ،‬چې که زر تر زره بيا‬
‫غوټه ورنه کړل شوه‪ ،‬نو پښتون به په پېړيو پېړيو هم د غالمۍ د جال نه خالص نه شي‪ .‬د دې يوه فائده خ و برت انيې ت ه دا‬
‫وشوه‪ ،‬چې د آزادو قبايلي پښتنو د متحده قوميت بنياد يې ونړاوه‪ ،‬ټول برتانيې په مواجب او ټکر خپل ځان ته وگرځول او بل ه‬
‫فائده چې د ټولو نه لويه وه‪ ،‬دا ده‪ ،‬چې قبائيلي پښتون د افغانستان نه جدا کړای شو او په دې يې د افغانستان حکومت بې السو‬
‫پښو کړ او د برتانيا دا مقصد هم پوره شو‪ ،‬شک نشته‪ ،‬چې امير عبدالرحمن د ډيورنډ الين د ن ه جوړې دو پ ه سلس له کې ډې ر‬
‫کوشش وکړ او څو څو کرته يې د هندو وائسرای ته وليکل‪ ،‬چې قبائيلي پښتانه زما ورونه دي‪ ،‬د دې خلکو ج داکول ب ه زم ا‬
‫اندامونه جدا کول وي‪ ،‬بيا دا قبائيلي خلک ډېر سرکښ هم دي او بغير زما نه د دې خلکو س مبالول مش کل دي‪ ،‬خ و د هغ ه دا‬
‫مطالبې ټولې رد کړای شوې او پښتون يې په ډېرو وړو وړو برخو کې تقسيم کړ‪ ،‬بيا يې د ايجنسو په ذريعه په ټول و تپ و کې‬
‫د يو بل سره غيريت او نفرت پيدا کړ او چې هر کله به په وزيرستان يا ُمهمندو فيرنگي حمله وکړه‪ ،‬ن و پ ه ن ورو پښ تنو تپ و‬
‫کې به د پخوا په شان د ورورولۍ او غيرت چپه نه پيدا کېده‪ ،‬بيا نو د فيرنگي خوښه وه‪ ،‬چې د پښ تون پ ه کوم ه عالق ه يې‬
‫قبضه کول غوره گڼلی‪ ،‬بې تکليفه يې کولی شوه‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬حقيقت دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬په ايجنسيو کې برتانوي حکومت پاخ ه س رکونه او کالگ انې د خپ ل حف اظت او د اس تعماري ارادو د پ وره کول و‬
‫دپاره جوړې کړې‪ ،‬حفاظت څه چې د خپل اقتدار مېخونه يې پرې ټ ک وه ل او عجيب ه دا چې هم دا د پښ تنو پ ه الس يې دا‬
‫ټول کارونه سرته ورسول‪ ،‬د هغو کارونو ټېکې يې د خپلو خپلو عالقو مشرانو ته ورکړې او بيا د دې نه هم عجيبه دا چې د‬
‫هغو د حفاظت دپاره يې خاصه دار هم د ايجنسۍ د خلکو نه نوکر واخيس تل او اوس ح االت دې ح د ت ه رس ېدلي دي‪ ،‬چې د‬
‫فيرنگي يوه ستن هم نه شي ضايع کېدی‪ ،‬که لږ په چا شک را شي‪ ،‬د خپلې عالقې خاصه دار ورشي او گرفتار يې کړي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬بالکل همدغه خبره ده‪.‬‬

‫‪14‬‬
‫‪ -‬اصل‪ :‬غلجکو‪.‬‬

‫‪76‬‬
‫عصمت هللا‪ :‬دا خو شوه ستا د خبرې ړمبۍ برخه‪ ،‬اوس په دويمه برخه هم څه رڼا وغورځوه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬د تعليم په نصاب به ماته څه د ډېرې وينا ض رورت ن ه وي‪ ،‬تاس و پ ه خپل ه ښ ه پوه ېږئ او د ک انگرس مش رانو‬
‫همېشه د قام توجه دې خبرې ته گرځولې ده‪ ،‬زه به صرف دومره تپوس وکړم‪ ،‬چې ايا برتانوي حک ومت چې د ک وم مقص د‬
‫دپاره دا نصاب جاري کړی و‪ ،‬هغه پوره شو که نه؟ زما رايه دا ده‪ ،‬چې هغه مقصد تر ډېره حده پوره شو‪ ،‬د دې نصاب ک وم‬
‫اثرات چې زمونږ د زمانې زلمو اخيستي دي‪ ،‬هغه د لمر په شان ښکاره دي‪ ،‬د مذهب مينه داسې شوه‪ ،‬لکه پروس ږنۍ نش ه‪،‬‬
‫تاسو به محسوسه کړې وي يا نه؟ خو دا زما تجرب ه ده‪ ،‬چې چرت ه د ن وې زم انې تعليم يافت ه ځلمي موج ود وي‪ ،‬زه هلت ه پ ه‬
‫نمونځ کولو شرمېږم‪ ،‬د دې وجه دا ده‪ ،‬چې زه دا محس وس ک وم‪ ،‬چې دا ټ ول ځلمي نم ونځ‪ ،‬اودس او ن ور م ذهبي ش عاير د‬
‫لوبو‪ ،‬وشتو او اوهامو نه زيات نه گڼي‪ ،‬د هغوی دا ملحدانه تاثرات زما د مذهبي تأثراتو سره ډغره وهي او د دې نه چې ک وم‬
‫انفعالي رد عمل پيدا کېږي‪ ،‬هغه يوقسمه د کمترۍ احساس پيدا کوي‪ ،‬نو بيا که زه د هغ وی پ ه مخکې پ ه نم ونځ ودرې ږم‪،‬‬
‫خامخا راته شرم راځي‪.‬‬

‫په دې خبره ټولو ته خندا ورغله او د دې نفسياتي حقيقت سره يې اتفاق ظاهر کړ‪ .‬يو س اعت پس رفيق ووي ل‪ :‬دا تجرب ه‬
‫ما هم کړې ده‪ ،‬يوه هفته به کېږي‪ ،‬په شاهي باغ کې د فټبال د يو مېچ په موقع چې م ا د نم ازديگر د نم ونځ ادا کول و اراده‬
‫وکړه او په شاوخوا کې مې پتلون پوښ او هېټ سري ځلمي وليدل‪ ،‬نو د گراونډ ن ه به ر ت ه الړم او پ ه ي وه گوښ ه کې مې‬
‫نمونځ وکړ‪.‬‬

‫سليم‪ :‬يوه خبره بله واوره او هغه هم د خپلې تجربې‪ ،‬زه يوه ورځ د څه کار دپاره د يو ن ايب تحص يلدار دف تر ت ه ورغلم‪،‬‬
‫خو چې دروازې ته ورسېدم‪ ،‬نو هسې وار پار مې خطا شو‪ ،‬داسې رعب را باندې کښېناس ت‪ ،‬چې ق دم مې پ ه وړان دې ن ه‬
‫پورته کېده‪ ،‬الحول و ال قوة ‪...‬‬

‫يو ځل بيا د کمرې فضا د زلمو په ژوندۍ خندا سندريزه شوه‪ ،‬سليم مسکی مسکی کېده او دوستانو ته به يې وار پ ه وار‬
‫کتل‪ ،‬چې د خندا طوفان څه کم شو‪ ،‬نو سليم مخکې وويل‪ :‬تاسو خيال وکړئ‪ ،‬نايب تحصيلدار هم زمونږ په ش ان انس ان وي‪،‬‬
‫مالي حيثيت يې زمونږ نه زيات نه وي‪ ،‬علمې حيثيت خو خير لويه خبره ده‪ ،‬بيا هغ ه ک وم څ يز دی‪ ،‬چې پ ه م ونږ داس ې ن ا‬
‫څاپي وېره راولي او د هغه دفتر ته ننوتل او هغه ته مخ کېدل راته د عزرائيل سره د ليدو کتو نه هېڅ کم نه ښکاره کوي‪ ،‬د‬
‫حکومت رعب؟ نه هېچرې نه! د سزا وېره؟ دا هم نه! دا خبرې خو ثانوي حيثيت لري‪ ،‬زه ولې دوم ره وېرې ږم؟ د دې وج ه‬
‫همدغه د ناقص نص اب وج ود دی‪ ،‬چې پ ه م ونږ کې يې د کم ترۍ احس اس پيدا ک ړی دی او ترڅ و چې م ونږ دا نص اب د‬
‫همېشه دپاره ورک نه کړو‪ ،‬زمونږ راتلونکي نسلونه به زمونږ نه هم زيات بزدل او بېکاره شي‪ .‬تاسو خيال ن ه دی ک ړی‪،‬‬
‫چې زمونږ ماشومان خو پرېږدئ‪ ،‬چې ځوانان مو چرت ه ک وم ي و ((گ وره)) ي ا ف يرنگی ووي ني‪ ،‬ن و هم يې د وې رې ن ه زاره‬
‫چوي‪ .‬دا خو د باچاخان ب رکت وه‪ ،‬چې هغ وی د ف يرنگي ((ب و)) ت ر ډې ره ح ده د پښ تون د ذهن ن ه وځغل وه‪ ،‬خ و دا ج زوي‬
‫اصالح ده‪ ،‬په دې د پښتون حقيقي خوشحالي او آزادي نه حاصلېږي‪ ،‬ترڅو چې مونږ بنيادي کاروايي نه وي کړې‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬وروره سليمه! زه دې نن خپل سياسي استاد گڼم‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬او زه هم‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬او زما خو هسې هم استاد يې‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زما ورونه يئ‪ ،‬په دې کې استادۍ شاگردۍ ته څه ضرورت دی؟ که زما دا خياالت ستاسو خوښ وي‪ ،‬نو بس م هللا‬
‫کوئ او راځئ‪ ،‬چې د همت مال وتړو او د پښتون د يوکولو کار شروع کړو‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬او مونږ چې د مختلفو سياسي جماعتونو ممبران يو؟ د دې به څه کيږي؟‬

‫‪77‬‬
‫سليم‪ :‬دا خو ډېره اسانه خبره ده‪ ،‬کانگرس ی دې کانگرس ي‪ ،‬خاکس ار دې خاکس ار‪ ،‬اح رار دې اح رار او مس لم ليگي دې‬
‫مسلم ليگ اوسي‪ ،‬د هر ضرورت په وخت دې خپل ټولي ته حاضري ورکوي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬او که مونږ خپل ټولي د دې کار نه منع کړو؟‬

‫سليم‪ :‬نو پوه شئ‪ ،‬چې هغه به د پښتون قام دوست نه وي‪ ،‬بيا ستاسو خپله خوښه؟‬

‫عصمت هللا‪ :‬مونږ يو ټولی هم په دې نشي مجبوره کولی‪ ،‬چې مونږ دې د خپل قام دا خوره وره شېرازه ن ه غون ډوو او‬
‫که چرې دا کوښښ يې وکړ‪ ،‬نو لومړی سړی به زه يم‪ ،‬چې خپل ټولي ته به خپله استعفا وړاندې کړم‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬زما هم دغه رايه ده‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬او زما هم‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬اوس دا ووايه‪ ،‬چې که خدای مونږ ته کاميابي راکړه‪ ،‬نو دا متحد شوی پښتون به د چا سره په اجتم اعي ژون د کې‬
‫ځان تړي؟‬

‫سليم‪ :‬ترڅو چې پښتون يوه خوله شوی ن ه وي‪ ،‬ت ر هغې د دې خ برې تص ور هم ج ايز ن ه دی‪ ،‬تاس و خيال وک ړئ‪ ،‬نن‬
‫پرون چې تاسو کومې قربانۍ کړې دي‪ ،‬يا يې کوئ‪ ،‬د دې فايده هندوستان ته رسي‪ ،‬که تاسو ته؟ که ستاسو دا خيال وي‪ ،‬چې‬
‫هندوستان به د آزادېدو نه پس پښتون ته د برابرۍ او مساوات په سترگه وگوري‪ ،‬نو دا خيال صحيح نه دی‪ ،‬هندوس تان ب ه هم‬
‫دا بهانه ونيسي‪ ،‬چې پښتون د خپلواکۍ قابل نه دی او همدغه بهانه فيرنگي حک ومت هندوس تان ت ه ج وړه ک ړې ده‪ .‬پښ تون د‬
‫مستقبل د خوشحالۍ تصور اوس هيچرې نه شي کولی‪ ،‬ځکه چې ځان په ځان او خور وور دی‪ .‬ياد لرئ‪ ،‬چې خپل نقص انونه‬
‫او ښېگڼې په اجتماعي ژوند کې محسوسېږي‪ ،‬چې پښتون متحد شي‪ ،‬نو هغه ب ه د ي و ف رد ن ه‪ ،‬بلکې د ي و ملت پ ه حيثيت‬
‫فکر کوي‪ .‬ظاهره خبره ده‪ ،‬چې په دې حيثيت به د هغه فکر او تصور څومره قېمت ولري‪ ،‬په دې حالت کې به ه ره ت رقي‬
‫يافته معاشره هغه ته د اتحاد او ورورولۍ الس اوږد کړي‪.‬‬

‫په دې خبرو د اکبرخان‪ ،‬رفيق او عصمت هللا پوره پوره تسلي وشوه‪ ،‬هغوی د مستقبل پ ه تيارو کې د (پ روت) پښ تون‬
‫ملت پ ه تن دي ي وه ښ کلې رڼ ا محسوس ه ک ړه‪ ،‬نن د هغ وی پ ه ذهن کې خپ ل سياس ي ټ ولگي څ ه‬
‫غير ضروري غوندې وبرېښېدل‪ ،‬هغوی پوه شول‪ ،‬چې هغوی تراوسه په غلط ه الر روان وو‪ .‬د ي و س اعت د خاموش ۍ ن ه‬
‫پس عصمت هللا وويل‪ (( :‬ښه ده نو اوس به د دې کار بسم هللا په کوم صورت کوو؟))‬

‫سليم‪ :‬په مونږ کې هر يو کس د خپل قام او تپې ذمه وار دی‪ ،‬خو دا ياد لرئ‪ ،‬چې ترڅو مونږ پوره پ وره انتظ ام ن ه وي‬
‫کړی‪ ،‬د دې تړون اظهار هېچرې مه کوئ‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ولې؟‬

‫سليم‪ :‬ځکه چې که دا خبره عامه شوه‪ ،‬نو د پښتون بدخواهان ب ه پ ه ه ر قېمت دا تحري ک ش روع کې دو ت ه پرې نږدي‪،‬‬
‫بلکې ممکنه ده‪ ،‬چې په مونږ کې ډېر ملگري د خپلو پښتنو وروڼو د السه په اجرت مړه کړي‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬ډېره ښه خبره ده‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬او خان بهادر صاحب؟‬

‫سليم‪ :‬د هغه ذمه وار زه يم!‬

‫اکبرخان‪ :‬نو بس په دې دعا شوه؟‬

‫‪78‬‬
‫عصمت هللا‪ :‬هو! دعا شوه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ښه ده نو دعا وکړئ! ‪ .....‬خدايه د مجبورو او غريبانو پښتنو دا خياالت چې خالص د اسالم او د پښتون د ښ ېگڼې‬
‫په هکله دي‪ ،‬د عمل ميدان ته راوباسې او د پښتون اتحاد د نظريې دا خيالي ونه د آزادۍ او خوشحالۍ د مېوو نه ډکه کړې!‬

‫ټولو ملگرو په دې خبره په يوه ځل ((آمين)) وويل او بيا په کمره کې خاموشي شوه‪.‬‬

‫شپږم باب‬
‫(لطيفه بيگم)‬
‫د زنانه کمرو نه راپدېخوا د محبوبې کمره وه‪ ،‬هغه په خپله کمره کې ناس ته وه‪ ،‬ميوې يې پ رې ک ولې‪ ،‬چې محم د امين‬
‫خان پرې ورغی او ويې ويل‪(( :‬بچۍ مېلمانه دننه دي؟)) محبوبې پورته وکتل‪ ،‬چاقو يې په تغار کې کېښ ود او پ ه ادب يې‬
‫ځواب ورکړ‪(( :‬هو خان کاکا! د ننه دي))‪ .‬محمد امين خان د قلن در د ب دخويۍ پ ه افس وس کې و‪ ،‬ويې وي ل‪(( :‬بچۍ! د هغ ه‬
‫جاهل قلندر د خبرو هېڅ خيال مه ساته))‪ .‬محبوبې سترگې ښکته کړې او ويې ويل‪(( :‬خان کاکا! زه نه خفه ک ېږم))‪ .‬محم د‬
‫امين خان محبوبې ته د رحم په خواخوږې نظر وکتل‪ ،‬بيا يې ورو ورو دوه درې ځل پ ه افس وس س ر وخوځ اوه‪ ،‬روان ش و‪،‬‬
‫چې خپلې کمرې ته نزدې شو‪ ،‬ارغشی يې وکړ‪ ،‬گلرخ له دننه غږ وکړ‪(( :‬ابا ته يې؟ را ځه کنه! ترور بي بي او صفيه ناستې‬
‫دي))‪.‬‬

‫محمد امين‪ :‬د خور نه مې اجازت وغواړه!‬

‫‪79‬‬
‫حليمه‪ :‬وروره بال دې واخلم‪ ،‬دننه ولې نه راځې!‬

‫محمد امين خان دننه ورغی‪ ،‬حليمې ورسره جوړ تازه وکړل او صفيه يې په پښو پرېوته‪.‬‬

‫محمد امين‪ :‬عمر دې ډېر شه بچۍ! هر کله راشې! بابا دې څرنگه و‪ ،‬صفيه وشرمېده‪ ،‬سر يې ښکته کړ‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬هغه سالم کاوه او ويل يې‪ ،‬چې زه به ځان ته ورځم‪ ،‬محمد امين خان وخندل‪.‬‬

‫محمد امين‪ :‬ښه دی چې ځان ته راشي‪ ،‬زما او د هغه مجلس د دې زلمو نه جدا وي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ابا! کې نه کنه!‬

‫محمد امين‪ :‬نه بچۍ! د باندې مېلمانه ناست دي‪ ،‬وش وه! حليم ه خ ور او ص فيه مې دواړه روغې ج ورې وليدې‪ ،‬تاس و‬
‫مشغولېږئ‪.‬‬

‫محمد امين بهرته ووت‪ ،‬خو ال په الره و‪ ،‬چې يوه نيم زالې ساړۍ وهلې ښځه په مخه ورغله‪ ،‬د محمد امين خان لپ اره دا‬
‫ښځه بالکل اجنبي وه‪ ،‬د هغې د ښکلي کړه وړه نه معلومېدل‪ ،‬چې د ځوانۍ په سپرلي کې به يو خندنی گل و‪ ،‬خو اوس يې د‬
‫زمانې خزان په مخ د گونجو کندې جوړې کړې وې او هرڅو که‪ ،‬هغې په پوډرو‪ ،‬په خپل ه نيم زالۍ پ رده اچ ولې وه‪ ،‬خ و د‬
‫ځوانۍ رڼا په سلو پردو هم نه حصارېږي‪ ،‬د هغې په الس کې ي وه لوي ه بټ وه لک ه د نن پ رون د بې پ ردې ښ ځو فيش ن دی‪،‬‬
‫ځوړنده وه‪ .‬بې پردې راروانه وه‪ ،‬د محمد امين خان نه يې اگر بگر هم ونه شو‪.‬‬

‫ښځه‪ :‬زما نامه لطيفه بېگم ده‪ ،‬زه د زنانه هايي سکول هېډ ماسټره يم او د ِمس صفيه اسلم خان سره ليده غ واړم‪ ،‬اميد‬
‫کوم‪ ،‬چې ماته به د هغې صحيح پته راکړه شوې وي‪.‬‬

‫محمد امين‪ :‬په ډېره خوشحالۍ دننه تلی شې‪ ،‬بېگم! صفيه دننه ناسته ده‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬ډېره شکريه! بيا داسې بې پروا مخکې روانه شوه‪ ،‬لکه چې خپل کور يې وي‪ .‬محمد امين خان بهر ت ه روان ش و‬
‫او لطيفه بېگم چې د کمرې دروازې ته ورسېده‪ ،‬غږ يې وکړ‪(( ،‬هيلو! ِمس اسلم خان‪ ،‬اجازت دی؟)) صفيې له دنن ه ځ واب‬
‫ورکړ‪(( ،‬هيلو! مېډم لطيفه! هرکله راشه‪ ،‬هر کله راشه))‪ .‬لطيفه بېگم دننه ورغله‪ ،‬د صفيې سره گل رخ هم ورت ه پاڅې ده‪،‬‬
‫لطيفې بېگم گلرخ ته وکتل‪ ،‬سترگې يې پرې خوږې شوې او بيا يې د استفهام په نظر صفيې ت ه وکت ل‪ ،‬ص فيه د لطيفې بيگم‬
‫په مطلب پوهه شوه‪ ،‬ويې ويل‪(( :‬راشئ! چې زه د دواړو تع ارف وک ړم‪ ،‬مې ډم! دا د غلج و د ق بيلې خ ان‪ ،‬محم د امين خ ان‬
‫دلچسپه او عالمه پېغله لور گلرخ ده))‪ .‬بيا يې گلرخ ته مخ واړوه او ويې ويل‪ :‬گلرخ خور مې! دا زمونږ د هائي سکول هېډ‬
‫ماسټره يعنې مشره معلمه لطيفه بېگم ده‪ .‬گلرخ او لطيفې بېگم په خپلو کې مصافحه وکړه‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬زه ستا په ليدو ډېره خوشحاله شوم‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬او زه هم‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬بي بي حليمې! ته جوړه يې؟ بچي دې جوړ دي؟‬

‫حليمه‪ :‬ښاده شې! تاسو خو به روغ جوړ يئ؟‬

‫لطيفه‪ :‬خواره مشې! ژوندۍ اوسې‪.‬‬

‫گلرخ لطيفې بېگم ته يوه کرسۍ وړان دې ک ړه او چې هغ ه پ ه کرس ۍ کښېناس ته‪ ،‬گېرچ اپېر يې پ ه کم ره کې نظ ر‬
‫وځغالوه‪.‬‬

‫‪80‬‬
‫گلرخ‪ :‬بېگم زما کمره د صفيې د کمرې په شان زينت نه لري‪ .‬صفيه په خندا شوه او په مطلبي نظر يې لطيفې بېگم ت ه‬
‫وکتل‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬ستا کمره د زوړ تهذيب يوه ښکلې نمونه ده‪ ،‬خو په څومره خرڅ دې چې دا د زوړ تهذيب په طريقه د کمرې ډول‬
‫جوړ کړی دی‪ ،‬نو د دې نه په نيم خرڅ د نوي تهذيب په طريقه کمره تيارېدی شوه‪ ،‬په ن وي ته ذيب کې دا فائ ده ده‪ ،‬چې پ ه‬
‫هر څيز کې يې صفايي او ساده گي وي‪ ،‬يعنې کم خرڅ باالنشين‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬گلرخ د مغربي تهذيب مخالفه ده او لږ لږ يې زما زړه هم ځان ته مات کړی دی‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬زه به ورسره بحث وکړم او دا خبره به يې په ذهن کې ځای کړم‪ ،‬چې په مغربي تهذيب کې ډېره فائده ده‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬که تا گلرخ قايله کړه‪ ،‬نو زه به دې شکريه ادا کړم‪ ،‬گلرخ خورې! ته ولې چپ يې؟‬

‫حليمه‪ :‬بيداره شه گلرخ بچۍ! چې تېر دې نه باسي‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬حليمې! ته په دې خبرو څه پوهېږې؟‬

‫حليمه‪ :‬ما دې خدای د بيزوگانو په دستور پوهه نه کړي‪ ،‬کوم چې د سړو دود دستور او د ع زت خ برې دي‪ ،‬هغ ه تاس و‬
‫زما نه زده کړئ‪ .‬لطيفه بېگم په دې خبرو څه خفه غوندې شوه‪ ،‬خو صفيې ورته پ ه انگري زۍ کې ووي ل‪ ،‬چې د هغې م ور‬
‫بې علمه ده‪ ،‬هېڅ خيال يې ساتل نه دي پک ار‪ .‬لطيفې بېگم پ ه دې خ بره‪ ،‬د ي وې يخې خن دا پ رده پ ه خپل و پارې دلو ج ذباتو‬
‫راخوره کړه او د دې سره گلرخ او صفيه هم مسکۍ شوې‪ ،‬په دې کې محبوبې د ميوې تغ ار راوړ‪ ،‬پ ه م ېز يې کېښ ود او‬
‫ورسره يې نظر په لطيفه بېگم پرېوت‪ .‬اننگي يې تک زېړ شول او اراده يې وکړه‪ ،‬چې د لوپټې پيڅکه په مخ راکاږي‪ ،‬خو د‬
‫دې نه اول ورته د لطيفې بيگم پام شو او د ليدو سره يې ځان څه وينا ته جوړ کړ‪ ،‬محبوبې د خواست پ ه ي و بوږنې دلي نظ ر‬
‫لطيفې بېگم ته وکتل‪ ،‬ورو ورو يې باڼه ښکته شول او نظ ر يې د لطيفې بېگم پ ه پښ و پرې وت‪ ،‬هغې د ح ال پ ه ژب ه زاري‬
‫وکړه‪ ،‬چې د هغې پرده اوچته نه کړي‪ .‬لطيفې بېگم خپله اراده بدله کړه‪ ،‬خو چې کومې ناڅاپي حيرانتيا د هغې پ ه مخ ل وبې‬
‫کړې وې‪ ،‬هغه د گلرخ او صفيې غوندې هوښيارو جينکو نه چرته پټېدای شوه‪ ،‬هغوی دواړه پ وه ش وې‪ ،‬چې لطيف ه بيگم او‬
‫محبوبه په خپلو کې اشنايانې دي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ولې لطيفې بېگم! ته زما دا خدمتگاره پېژنې څه؟‬

‫داسې ښکارېدل‪ ،‬چې لطيفه بېگم د دې سوال د ځواب نه خپله لمن راکاږي‪ ،‬خو مجبوره وه‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬نه! هسې يوه بله جينۍ راته ياده شوه‪ ،‬بالکل د دې جينۍ په شان وه‪ ،‬کله کله دوه بني آدم کټ مټ ي و ب ل ت ه‬
‫ورته پېښېږي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬هغه جينۍ څوک وه استادې؟‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬هغې په کور کې انټرنس پاس کړی و‪ ،‬زه يې ټيوټره ومه‪ ،‬ډېره ښه شاعره وه‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬نوم يې څه وه؟ لطيفې بېگم په دې خبره د خپل ښکلي تندي ن ه وېښ ته ل رې ک ړل‪ ،‬مس کۍ ش وه‪ ،‬ي و ځ ل يې بيا‬
‫محبوبې ته وکتل او بيا په فکر کې پرېوته‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ولې؟ په څه فکر کې يې؟‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬خير! نوم يې اوس زما د فکر نه وتلی دی‪ ،‬څه داسې ښکلی غوندې نوم يې و‪ ،‬خ و تخلص يې ((وف ا)) و‪ .‬د‬
‫دې سره گلرخ او صفيې دواړو د خولې نه بې اختياره ((وفا)) ووتل‪.‬‬

‫‪81‬‬
‫لطيفه بېگم‪ :‬ولې؟ تاسو هغه پېژنئ څه؟‬

‫صفيه‪ :‬مونږ ليدلې نه ده‪ ،‬خو په اخبارونو کې يې نظمونه راځي او د گلرخ د ورور نه اصالح هم اخلي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬واخله! دا تازه نظم يې وگوره‪ .‬لطيفې بېگم اخبار واخيست او چې نظم يې ولوست‪ ،‬نو سر يې رااوچت کړ‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬سبحان هللا‪ ،‬څومره ښکلې جونگړه يې جوړه کړې ده‪ ،‬زه په دې فخر کوم‪ ،‬چې ((وف ا)) زم ا ش اگرده پ اتې‬
‫شوې ده‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬محبوبې ته خو به وفا نه يې؟‬

‫محبوبه‪ :‬بي بي! زه د چا په شمار او قطار کې يم‪ ،‬خو دا مېوه؟‬

‫گلرخ‪ :‬او هو! زمونږ خو هډو خيال نه وو‪ ،‬بسم هللا کړئ‪ ،‬لطيفې بېگم مهرباني وکړئ‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬ډېره مهرباني! حليمې خورې ته نه خورې؟‬

‫حليمه‪ :‬خوره خورې! زما دغو شيونو ته مينه نه کېږي‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬حليمې ستاسو يو څيز ډېر خوښ دی؟ ‪ ....‬صفيې ته هغه څيز پېژنې؟‬

‫صفيه‪ :‬نه!‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬د پېشتري ساگ‪.‬‬

‫صفيه او گلرخ په خندا شوې‪ ،‬لطيفه بيگم مسکۍ شوه او مېوې ته يې گوتې ورتيرې کړې‪ ،‬بيا يې محبوبه هم ځ ان س ره‬
‫نږدې کينوله او ټولو په مېوه خوړلو شروع وکړه‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ښه نو هغه د نوي او زوړ تهذيب بحث؟‬

‫گلرخ‪ :‬پرېږده! ته اوس دا خبرې‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬نه نه! ضرور به څه خبرې پرې کوو‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ښه ده‪ ،‬چې ستا اصرار دی‪ ،‬نو زما هم انکار نشته‪ ،‬خو زه د مغربي ته ذيب داس ې مخالف ه هم ن ه يم‪ ،‬څرنگ ه چې‬
‫ستاسو خيال دی‪ .‬زه د مغربي تهذيب هر يو څيز‪ ،‬د اسالمي اصولو په رڼا کې قبلولو ته تياره يم‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬او هو! ته خو پوره بزرگه يې‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬که د اسالمي اصولو په اتباع سره څوک بزرگ کېدی شي‪ ،‬نو زه خوشحاله يم‪ ،‬چې ماته څوک بزرگه ووايي‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬اسالمي شريعت يوه ذاتي عقيده ده‪ ،‬د تهذيب سره يې هېڅ تعلق نشته‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬زما خيال داسې نه دی‪ ،‬زه وايم‪ ،‬چې اسالمي شريعت زما دپاره د هرې الرې مشعل دی‪ ،‬څه تهذيب او څه تمدن‪،‬‬
‫که د يورپ يا مغرب تهذيب ماته دا ښايي‪ ،‬چې ستا په څ ېر بې پ ردې اوس ېدل اختيار ک ړم‪ ،‬ن و بې ادبي مع اف! زه داس ې‬
‫تهذيب ته مبارکي نه شم ورکولی‪.‬‬

‫لطيفه بېگم مسکۍ شوه او ويې ويل‪(( :‬نو ستا مطلب دا دی‪ ،‬چې گوندې پرده ضروري څيز دی؟))‬

‫‪82‬‬
‫گلرخ‪ :‬ډېر زيات ضروري‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬زه د دې قايله نه يم‪ ،‬پرده په حقيقت کې د خپلو اخالقو حفاظت ت ه وايي او ک ه د پ ردې غ ايي علت دا وي‪،‬‬
‫چې د ښځو نرانو تعلقات زبون صورت اختيار نه کړي‪ ،‬نو ته د هغو پرده دارو ښځو حالت ته وگوره‪ ،‬د کومو نه چې شيطان‬
‫هم پناه غواړي‪ ،‬په پرده کې يوازې دا نه چې بد معاشۍ ډېرې کيږي‪ ،‬بلکې لوی لوی بد معاشان او غل ه پ ه برقع و کې ډاکې‬
‫کوي‪ ،‬دا خو د پردې برسېرن نقصانونه دي‪ ،‬که نور مې درته شمار کړل‪ ،‬نو په غوږونو به الس کېدې‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬محترمې! د بحث دا صورت نه دی‪ ،‬د پردې فائدې او نقصانونه به پس ت ه گ ورو‪ ،‬اول دا پک ار دي‪ ،‬چې م ونږ د‬
‫پردې په حقيقت خبرې وکړو او په دې فيص له وک ړو‪ ،‬چې پ رده دی څ ه څ يز؟ چې اول د پ ردې پ ه تعين کې زم ونږ اتف اق‬
‫وشي‪ ،‬نو بيا به د ښځو پردې ته راشو‪ ،‬تا چې څه وفرمايل‪ ،‬چې د پردې ن ه غ رض دا دی‪ ،‬چې د ښ ځو نران و تعلق ات زب ون‬
‫صورت اختيار نه کړي‪ ،‬نو هم دغه مقصد دی او زه ستا شکرگزاره يم‪ .‬د دې نه خو به ستا انکار ن ه وي‪ ،‬چې پ ه دنيا کې د‬
‫هر څيز دپاره ضد شته‪ ،‬ځکه چې د څيزونو پېژندگلوي د څيزونو په اضدادو موقوف ه ده‪ ،‬ن و چې چرت ه د بې پ ردگۍ وج ود‬
‫وي‪ ،‬پکار دي‪ ،‬چې د پردې وجود هم وي‪ ،‬اوس پاتې شوه دا خبره‪ ،‬چې د ښځو دپاره پرده الزمي ده که ن ه؟ ن و دا ب ه د بحث‬
‫په دوران کې راشي‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬د دې نه خو زه انکار نه کوم‪ ،‬چې پرده هم يو څيز دی‪ ،‬خو چرته مفيد او چرته مضر‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬شکريه! زما مطلب حاصل شو‪ ،‬اوس زما دليل واوره!‬

‫صفيه‪ :‬په دليل کې به آيت حديث نه پېش کوې!‬

‫گلرخ‪ :‬بالکل نه! دليل به عقلي وي‪.‬‬

‫لطيفه بيگم‪ :‬دا خبره بهتره ده‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ښه ده نو‪ ،‬په دنيا کې چې څومره څيزونه ن ازک او لطيف دي‪ ،‬ال دنيا ت ه د هغ وی ن ه خط ره وي او د دنيا ن ه‬
‫هغوی ته‪ ،‬ځکه هغه ټول خدای په پرده کې ساتلي دي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬دا ده‪ ،‬لطيفه ستا په مخکې بې پردې ناسته ده‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬دا اوس لطيفه نه ده پاتې‪ ،‬لطيف چې د کثيف سره يا شډل سره څه موده ملگرتيا وک ړي‪ ،‬د هغ ه لط افت ختم ش ي‪،‬‬
‫معافي غواړم لطيفه بېگم! ‪...‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬زه په ډېر شوق اورم!‬

‫گلرخ‪ :‬مهرباني! ښه نو د انسان دماغ واخله‪ ،‬که هغه په پردو کې نه وي‪ ،‬نو د انسان به څ ه ح ال و‪ ،‬د ب ني آدم زړه چې‬
‫په هغه د ژوند مدار دی‪ ،‬په پرده کې دی‪ ،‬ورته وگوره‪ ،‬څومره خطر ناک څيز دی‪ ،‬که هغه په پرده کې نه وي‪ ،‬نو دنيا ب ه‬
‫اور اخيستی و‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬شابسې بچۍ! چې پړه دې نه کړي‪ ،‬ښځې دپ اره ال ک ور دی او ال گ ور‪ ،‬او هن بچۍ! داس ې ورت ه ولې ن ه وايې‪،‬‬
‫چې خدای هم په پرده کې دی‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬ما خو اول درته ويلي دي‪ ،‬چې ته به څه نه وايې‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬ډېره ښه شوه‪ ،‬زه به هېڅ نه وايم‪ ،‬خفه کېږه مه!‬

‫‪83‬‬
‫لطيفه بېگم‪ :‬ښه گلرخ! وايه‪.‬‬

‫گلرخ‪:‬نو ښځه هم د لطيف جنس سره تعلق لري‪ ،‬نو چې نور ټول لطيف څيزونه په پرده کې ښ ه وي‪ ،‬ن و ښ ځه دې ولې‬
‫نه وي؟‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬زه ستا دليل دروند گڼم‪ ،‬ليکن گلرخ ته فکر خو وک ړه‪ ،‬د ن ورو څ يزونو پ ه بې پ ردگۍ د دنيا پ ه نظ ام کې‬
‫فتور راځي‪ ،‬د ښځو بې پردگۍ خو دنيا ته نوره ترقي ورکړه‪ ،‬افسوس دا دی‪ ،‬چې ته د يورپ او امريکې د ح ال ن ه بې خ بره‬
‫يې‪ ،‬گنې تا ته به معلومه شوې وای‪ ،‬چې د دې موجوده دور ټوله ترقي د ښځو په ب رکت ده‪ ،‬ک ه ښ ځو پ ه موج وده ته ذيب او‬
‫تمدن کې الس نه لرلی‪ ،‬نو دا ترقي ممکنه نه وه‪ ،‬ښځه د سړي يو الس دی‪ ،‬ترڅو چې هغه د سړي سره د ژون د پ ه الره کې‬
‫څنگ په څنگ روانه نه وي‪ ،‬دنيا هيچرې ترقي نه شي کولی‪ ،‬زمونږ هندوستان او پښتونخوا هم په دې وجه د ت رقۍ ن ه پ اتې‬
‫دي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬که ما يورپ امريکه ليدلي نه دي‪ ،‬نو څه وشول‪ ،‬ما د هغو ملکونو او د هغو د اوسيدونکو په هکله ډېر څه لوس تي‬
‫دي‪ ،‬د يورپ مصنفان او پوهان د ښځو د موجوده بې پردگۍ او آزادۍ نه ډېر خف ه دي او د هغ وی دا يقين دی چې د ښ ځو دا‬
‫ازادي به يوه ورځ پورپ او امريکه او د هغو په شان نور ملکونه په يو داسې انقالب کې واچوي‪ ،‬چې بالکل به تب اه ش ي‪ .‬د‬
‫ښځو په هکله زما او ستا رايه څه دومره لوی قېمت هم نه لري‪ ،‬راځه چې مونږ د قدرت د قانون نه تپ وس وک ړو‪ ،‬زه هم دا‬
‫منم‪ ،‬چې په تهذيب‪ ،‬تمدن او معاشرت کې د ښځې نر اشتراک ضروري او الزمي دی‪ ،‬خو په کوم رن گ؟ پ ه دې ب ه خ برې‬
‫وکړو‪ ،‬راشه چې د فطرت قانون ته وگورو‪ ،‬چې خدای نر او ښځه ج وړ ک ړي څرنگ ه دي؟ م ونږ چې د ښ ځې جوړښ ت ت ه‬
‫وگورو‪ ،‬نو په دې منلو مجبور شو‪ ،‬چې هغه خدای صرف د کور د انتظام دپاره پيدا کړې ده او په تهذيب‪ ،‬تم دن او معاش رت‬
‫کې هغې ته يو لوی او ډېر اهم کار سپارل شوی دی‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬څرنگه؟‬

‫گلرخ‪ :‬په دې خبره د يورپ ډاکټران هم قايل دي‪ ،‬چې د ښځې دم اغ د ن ر پ ه مقابل ه کې ډې ر کم زوري دي‪ .‬ن ه ي وازې‬
‫دماغ‪ ،‬بلکې د ښځې زړه او نور ټول اندامونه هم د س ړي ن ه ډې ر کم زوري دي‪ ،‬ن و پ ه دغ ه مناس بت س ره د ښ ځې دپ اره د‬
‫فطرت قانون فرائض هم هغه مقرر کړي دي‪ ،‬کوم چې د ښځې نه په اسانتيا سره پوره کيدای شي‪ ،‬هغه د دنيا د س ختو س ختو‬
‫مشقتونو او جنگونو دپاره نه ده پيدا شوې‪ ،‬گوره د بچي د پيداکېدو نه لومړی د هغې شيدې پيدا شي‪ ،‬گويا دا د فطرت د هغ ه‬
‫مضبوط قانون اشاره ده‪ ،‬چې د بچي پرورش د هغې په ذمه دی او دنيا هل ه ت رقي ک ولی ش ي‪ ،‬چې ن ر او ښ ځه د خپل و خپل و‬
‫منصبي فرائضو احساس وکړي او د فطرت پ ه ق انون روان ش ي‪ .‬د ښ ځو دا ف رائض دي‪ ،‬چې د ق ام دپ اره جنگيالي‪ ،‬م دبر‪،‬‬
‫قانون دان‪ ،‬زمينداران او دا قسمه نور بچي پيدا کړي‪ .‬جنگ کول‪ ،‬قانون زده کول او زمينداري کول د هغې پ ه فرائض و کې‬
‫شامل نه دي‪ ،‬ځکه چې قدرت هغې ته وج ود د دې څ يزونو د کول و قاب ل ن ه دی ورک ړی‪ ،‬مات ه معلوم ه ده‪ ،‬چې د نن پ رون‬
‫تهذيب ښځې دې حال ته راوستلې دي‪ ،‬چې د دنيا انتظام به داسې گډوډ کړي‪ ،‬لکه پخوا چې د روم انقالب ش وی و او د ښ ځو‬
‫د ډېرې آزادۍ په وجه امن امان ته اور ورته شوی و او د هغه په نتيجه کې نرانو ښ ځو ت ه د ډنگ رو مق ام غ وره ک ړی و او‬
‫علماوو يې حکم کړی و‪ ،‬چې په ښځه کې هډو انساني روح نشته‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬د هغه انقالب اطالق د ښځو په موجوده آزادۍ نشي کيدی‪ ،‬دا مهذب ه آزادي ده او هغ ه د جه الت نتيج ه ده‪،‬‬
‫ښځه د سړي نه په هيڅ څيز کې کمه نه ده‪ ،‬هغه خپل فرائض ډېر ښه پېژني‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬نن پرون د مغرب او د مغرب دلداده ښځې د اوالد پيداکولو ن ه ځ ان ژغ وري‪ ،‬پ ه مختلف و طريق و د تول د سلس له‬
‫پرېکوي‪ ،‬دا په دې وجه چې د هغوی په آزادۍ کې فرق راځي‪ ،‬په دفترونو‪ ،‬کارخانو کې کار کوي‪ ،‬په هوايي جه ازونو کې‬
‫الوځي‪ ،‬هغوی سره دومره وخت چرته وي‪ ،‬چې د اوالد پ رورش او روزن ه وک ړي او دا څ ومره د فط رت ل ه قانون ه خالف‬
‫وزري ده؟‬

‫‪84‬‬
‫لطيف ه بېگم‪ :‬دا خ بره ص حيح ن ه ده‪ ،‬د اوالد بن ديز هغ ه ښ ځې ک وي‪ ،‬چې اوالدون ه يې ډې ر وي او د هغ و پ وره پ وره‬
‫پرورش نه شي کولی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬نه استادې! دا خبره نه ده‪ ،‬دا قسمه ښځې مجبوره ښځې دي‪ ،‬په يورپ کې د اوالد بنديز وبا اوس عامه شوې ده‪،‬‬
‫د يورپ لوی لوی پوهان لکه برناډشا واخلئ‪ ،‬د ښځو نه ډېر خفه دی او هغوی د ښځو دا موجوده آزادي ډېره خطر ناکه گڼي‪.‬‬
‫پاتې شوې زمونږ د هندوستان او پښتونخوا ځينې خويندې‪ ،‬نو هغوی خو زه مجبوره گڼم‪ ،‬ځکه چې هغ وی خپ ل علم او پوه ه‬
‫په مغربي تهذيب گاڼه کړې ده‪ ،‬غالم قامونه د بادارو قامونو په تقليد مجب ور وي‪ ،‬هغ وی ت ه د خپل و ب ادارو ه ر ي و ک ار ښ ه‬
‫ښکاري او بيا دا پرې دپاسه چې نوی څيز خوږ وي‪ ،‬ستا دا ساړي او د انگريزي فيشن جوړ شوي وېښته د دې ثبوت دي‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬دا کومې خبرې چې تا وکړې‪ ،‬دا د هندوستان نورو عالمانو هم کړې دي‪ ،‬تاسو څخه د دې ن ه زي ات دالي ل‬
‫هېڅ نشته‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬او تاسو خو هم د دې داليلو هېڅ ځواب نشئ کولی‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬دليل د بيدارو دماغونو يوه وسله وي‪ ،‬دا الزمه نه ده‪ ،‬چې چا څخه دليل وي‪ ،‬نو هغ ه دې اروم رو رښ تينې‬
‫هم وي‪ ،‬دليل دوه قسمه دی‪ ،‬يو نظري او دويم وجداني‪ ،‬که ما سره ستا د نظري داليلو ځواب سمدستي نه وي‪ ،‬نو نه دې وي‪،‬‬
‫زه درته وجداني دليل پېش کوم‪ ،‬چې پرده ښه څيز نه دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬زه يې اورېدو ته تياره يم‪ ،‬مهرباني وکړه!‬

‫لطيفه بيگم‪ :‬د ښځې دماغ فطرتا ً کمزوري نه دي‪ ،‬څرنگه چې ستا يا ستا د ملگرو خيال دی‪ ،‬بلکې د ابتدا نه ښځه خواره‪،‬‬
‫په پرده کې اچول شوې ده‪ ،‬ښځه گوښه نشينه ده او گوښه نشيني يقيني خبره ده‪ ،‬چې زړه او دماغ کمزوري کوي‪.‬‬

‫گلرخ په خندا شوه‪ ،‬د هغې سره دا احساس و‪ ،‬چې هغې لطيفه بېگم په مخه اخيس تې ده‪ ،‬د هغې پ ه مخ فاتحان ه ت اثرات‬
‫برېښېدل‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬د ابتدا نه د ښځو دپاره پرده غوره کېدل او بيا د ښځو پ رده قبل ول‪ ،‬ث ابتوي چې هغ ه د پ ردې څ يز دی‪ ،‬اخ ر ت ه‬
‫خيال وکړه‪ ،‬چې په ابتدا کې د سړو دا خيال ولې پيدا شو‪ ،‬چې ښځه دې په پرده کې وي‪ ،‬د دې نه معلوم ېږي‪ ،‬چې هغ وی‬
‫د دې خبرې اهميت او ضرورت محسوس کړی دی‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬دا خبره نه ده‪ ،‬د انسان دا فطرت دی‪ ،‬چې په بل حکومت کول غواړي‪ ،‬هم د دې جذبې د اثر د الندې س ړو‬
‫هم په ښځه د خپل اقتدار جغ کېښود‪ ،‬په پرده کې يې بنده کړه او خپل حکومت يې پرې شروع کړ‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬بېگم ص احبې! م ا خ و ال اول درت ه پ ه خپ ل تمهيدي بيان کې ع رض ک ړی وه‪ ،‬چې ق درت ښ ځه د س ړي ن ه‬
‫کمزورې پيدا کړې ده او همدغه وجه ده‪ ،‬چې سړي په هغې زورور او غالب شول او هغه يې په پرده کې بنده کړه‪ .‬پاتې شو‬
‫د انسان د حکومت خواهش‪ ،‬نو هغه په ښځه کې د سړي نه هم ډېر دی او هغه هم کله کله د ل ږ وخت دپ اره پ ه س ړي غالب ه‬
‫شوې ده‪ ،‬لکه د روم د انقالب واقعه مې چې عرض کړه‪ ،‬ښځه چې خدای د سړي نه کم زورې پيدا ک ړې ده‪ ،‬ن و هغې ت ه يې‬
‫داسې مکري او ذهني وسلې هم ورکړي دي‪ ،‬چې که هغه هر څو سړي ته محتاجه وي‪ ،‬خو اکثر يې پ ه س ړي اث ر هم وي او‬
‫همدغه زما د خبرې ثبوت دی‪ ،‬چې که ښځه فطرتا ً د سړي نه کمزورې نه وی‪ ،‬نو هغې ته به ذهني او د ناز ان داز وس لې ن ه‬
‫ورکول کېدې‪.‬‬

‫په دې ځای کې د لطيفه بيگم مقابله کمزورې غوندې شوه‪ ،‬د هغې سره وېره پيدا شوه‪ ،‬چې د گلرخ داليل چرته په ص فيه‬
‫اثر ونه کړي‪ ،‬ويې ويل‪(( :‬صفيې! دا خبره د وجدان سره تعلق لري‪ ،‬گلرخ خبرې ډېرې زده کړې دي‪ ،‬خو ال د دنيا هوا پرې‬
‫نه ده لگېدلې‪ ،‬چې تجربه يې وشي‪ ،‬په خپله به پوهه شي))‪.‬‬

‫‪85‬‬
‫گلرخ‪ :‬خير دا به هم ‪...‬‬

‫لطيفې بېگم د گلرخ د خبرې سلسله پرې کړه‪.‬‬

‫لطيفه بيگم‪ :‬زه تا ته ستا په معلوماتو مبارکي درکوم‪ ،‬زه نن د بحث دپاره تياره هم نه يم‪ ،‬صفيې ته د يو څو خ برو دپ اره‬
‫راغلې يم‪ ،‬بس نو بيا به ځم‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬خبرې دې وکړه‪ ،‬خو هومره به ځې نه‪ ،‬چې مونږ سره دې ډوډۍ نه وي خوړلې‪ ،‬خو گوره‪ ،‬مونږ پ ه چ اړه پنج ه‬
‫خوراک نه کوو‪ .‬د دې سره گلرخ يوه سندريزه خندا وکړه‪ ،‬لطيفې بېگم د يوې م اتې خ وړلې ارتينې پ ه ش ان پ ه ص فيې ي و‬
‫مرسته غوښتونکی نظر واچوه‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬په چاړه پنجه خوراک خو څه بد کار نه دی‪ ،‬خو زه به محترمې استادې ته درخواست وکړم‪ ،‬چې هغ ه م ا س ره د‬
‫خپل مطلب په خبرو ابتدا وکړي‪.‬‬

‫په دې وخت د لطيفې بېگم نظر بيا محبوبې ته هپه وکړه‪ ،‬محبوبې سر ښکته کړ‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬زما په سکول کې د يوې اس تادې ځ ای خ الي دی‪ ،‬زه ب ه راي ه درک ړم‪ ،‬چې د دې ځ ای دپ اره درخواس ت‬
‫ورکړې‪ ،‬تنخاه لږه يا ډېره‪ ،‬تجربه به دې وشي او زده شوی علم به دې پوخ شي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬نه استادې شکريه! زما نه به دا سردردی ونه شي او ابا مې هم راته اجازت نه را کوي‪.‬‬

‫لطيفه بېکم‪ :‬د هغه ذمه زه اخلم‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬د هغوی خياالت اوس د پخوا په څ ېر ن ه دي‪ ،‬هغ ه خ و ب ه اکبرخ ان دادا مجب وره ک اوه او چې د ک ومې ورځې‬
‫راهيسې مې دادا په خاکسار تحريک کې شامل ش وی دی‪ ،‬مغ ربي ته ذيب او تعليم ت ه پ ه ښ ه نظ ر ن ه گ وري او ک ه رښ تيا‬
‫راباندې وايې‪ ،‬نو نيمه خو زما عقيده هم گلرخ بدله کړې ده‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬خير ستا خوښه! خو دا ځای درته ډېر ښه وه‪ ،‬که نور هيڅ ن ه وي‪ ،‬ن و د ق ام د بچ و علمي پ رورش خ و ب ه‬
‫کوې کنه‪ ،‬دا لږ د ثواب کار دی‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬استادې! د قام پ رورش دا دی‪ ،‬چې زم ا پ ه ځ ای ي وې بلې غري بې خ ور ت ه دا ځ ای ورک ړه ش ي‪ ،‬چې د هغې د‬
‫پرورش کار وشي‪ ،‬نو د قام د بچو پرورش به هم وشي‪ .‬ما ته خدای هر څه ډېر ډېر را کړي دي‪ ،‬په داسې ح ال کې زم ا پ ه‬
‫دې خالي ځای قبضه کول په غريبو معلمانو ظلم دی‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬ممکنه ده‪ ،‬چې ستا نه قابله استاده فی الحال نه وي‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬گلرخ بچۍ! دا استاده کوم ځای يادوي؟‬

‫گلرخ مسکۍ شوه او صفيې ته يې وکتل‪ ،‬صفيه هم مسکۍ مسکۍ کېده‪ ،‬د حليمې په دې سوال د لطيفې بيگم په تن دي بيا‬
‫د خفگان گونجه ښکاره شوه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬وايي چې په مدرسه کې جينکو ته سبق وايه‪.‬‬

‫حليمه ‪ :‬اوی‪ ،‬کاڼی مې په کور دی‪ ،‬اوس به نو صفيه هره ورځ مدرسې ته ځي؟ نه خورې! چې زما لور ليونۍ نه کړې‪.‬‬

‫لطيفه بيگم‪ :‬ښه ده نو زه به الړه شم‪.‬‬

‫‪86‬‬
‫گلرخ‪ :‬دا هيچرې نشي کېدی‪ ،‬ډوډۍ به خورې‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬گلرخ خورې! استاده مه مجبوروه‪ ،‬هغه هر کار په خپل پروگرام کوي‪ ،‬د هغې اراده نه ماتېږي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬په پروگرام چلېدل خو ډېر ښ ه ک ار دی‪ ،‬خ و اراده ځينې ک ار کې م اتول ض روري خ بره ده‪ ،‬انس ان چې ک وم‬
‫پروگرام جوړوي‪ ،‬په هغه کې څه نا څه خامي ضرور وي‪ ،‬نو کوم وخت چې هغ ه پ ه خپل ه خ امۍ پ وه ش ي او بيا هم خپل ه‬
‫اراده نه ماتوي‪ ،‬نو زما په خيال ‪ ...‬دا خو څه ‪ ...‬او د دې سره په خندا شوه‪ .‬لطيفې بېگم هېڅ ځواب ورنه کړ‪ ،‬روان ه ش وه‪.‬‬
‫گلرخ او صفيه ور سره روانې شوې‪ ،‬هغه يې د دننه کوڅې نه بهر ووېسته‪ ،‬بيا يې ورسره مصافحه وکړه او لطيف ه بېگم يې‬
‫رخصت کړه‪ .‬لطيفې بېگم په تلو تلو کې په محبوبې يو معنی خيز نظر واچ وه او به ر ت ه ووت ه‪ .‬گل رخ ص فيه د ځ ان س ره‬
‫روانه کړه او د يوې بلې کوټې دروازه يې بېرته کړه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬دا د سليم الال د مطالعې کوټه ده‪ ،‬زما خيال دی‪ ،‬چې زه درته د هغه نظمونه وښايم‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ډېر به ښه وي‪.‬‬

‫گلرخ د يوې المارۍ په بېرته کولو او د کتابونو په لټون بوخته وه‪ ،‬چې د صفيې نظر د سليم پ ه تص وير پرې وت‪ .‬ن زدې‬
‫ورغله او په ځير ځير يې ورته کت ل ش روع ک ړل‪ ،‬د ص فيې پ ه زړه کې ي وې رنگينې ج ذبې غزون ه وک ړه‪ ،‬د هغې زړه د‬
‫جذباتو په ژبه ارمان وکړ‪ ،‬چې د دې ځلمي شاعر سره د هغې د خبرو اترو آزادي ممکنه ده‪ .‬هغه په خپلو خياالتو کې غرق ه‬
‫وه‪ ،‬چې گلرخ يې په اوږه الس کېښود‪ ،‬چې صفيې ورته مخ وروگرځاوه‪ ،‬گلرخ ورته مسکۍ مسکۍ کېده‪ .‬د ص فيې پ ه مخ‬
‫چې د سليم د تصوير نه کوم اثرات پيدا شوي وو‪ ،‬هغو ښکاره خبرلوڅي کوله‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬دا د سليم الال تصوير دی‪.‬‬

‫صفيه ‪ :‬اوه! ښه! ما ته اجازت دی‪ ،‬چې ستا د ورور په کړه وړه يو څو خبرې وکړم‪.‬‬

‫گلرخ ورته په موسېدو موسېدو د اثبات سر وخوځاوه‪ .‬صفيې ځان سنجيده کړی وه او نظر يې پ ه تص وير وه‪ ،‬د تن دي‬
‫نه د لوړ خيال شاعر معلومېږي‪ ،‬د سترگو نه يې شاعرانه افکارو او ډېرې بيدارمغزۍ رڼا وړې ده‪ ،‬بيا هم د هغه سترگې په‬
‫اشارو اشارو کې څه ډېر رنگين رازونه حل کولی شي))‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬او تا هم ډېر رازونه حل کړل‪.‬‬

‫صفيه وشرمېده او ويې ويل‪ :‬دا ستا گومان دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬گومان هم د يقين ناسکه ورور دی‪ ،‬خو واخله دا مې د الال نظمونه دي‪ ،‬دلته کې نه او ويې گوره‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ارمان دی چې اکبرخان دادا مې هم شاعر وای‪ ،‬چې اوس يې درته ما هم نظمونه درک ړي وای او درت ه ويلي مې‬
‫و‪ ،‬چې اوس دلته کې نه ولوله‪.‬‬

‫د دې خبرې سره صفيه په خندا شوه او د گلرخ په مخ د حيا يوه س پکه غون دې س رخي پيدا ش وه‪ ،‬ص فيې ت رې نظمون ه‬
‫واخيستل‪ ،‬خو گلرخ ځان سمبال کړ او ويې ويل‪(( :‬ستا ورور که شاعر نه وي نو هم به يې يوه ((بېلچه نام ه)) خ و ض رور‬
‫تصنيف کړې وي‪ ،‬هغه راته راوړه کنه!))‬

‫صفيه د خندا نه شنه شوه او بيا د نظمونو په مطالعه کې مصروفه شوه‪ ،‬ډېر ساعت پس د ډوډۍ د تيارۍ خ بر راغی او‬
‫صفيې د گلرخ په وينا د سليم بياض د اخري اسوېلي سره په مېز کېښود‪.‬‬

‫‪87‬‬
‫صفيه‪ :‬ډېر مشکل کالم يې دی‪ ،‬زما په خيال خو س تا ورور د دې وخت مجته د (‪ )15‬ش اعر دی‪ ،‬ش اعر اعظم دی‪ ،‬د ق ام‬
‫حکيم دی‪ ،‬ما سره خپله يوه د نظمونو مجموعه ده‪ ،‬چې اصالح راکړي‪ ،‬څرنگه؟‬

‫گلرخ‪ :‬ډېر به ښه وي‪ ،‬هغه ما ته راولېږه‪ ،‬اوس راځه چې ځو! ډوډۍ تياره ده))‪ .‬صفيه او گلرخ خپلې کمرې ت ه الړې‪،‬‬
‫هلته محبوبې دسترخوان خور کړی وه‪ ،‬ټولې ډوډۍ ته کښېناستې او چې ډوډۍ وخوړل شوه‪ ،‬نو ل ږ س اعت پس عزي ز خ بر‬
‫راووړ‪ ،‬چې مېلمانه رخصت شول‪ ،‬اکبرخان وايي‪ ،‬چې صفيه او مور دې هم راوځي!‬

‫گلرخ په دې وخت کې بهر ته تلې وه‪ ،‬د عزيز په غږ واپس راغله او چې حليمې پ ه رخص تۍ کې د هغې بال اخيس تې‪،‬‬
‫نو هغې صفيې ته په الس کې يوه بسته غوندې ورکړه‪ ،‬صفيې د استفهام په نظر گلرخ ته وکتل‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬دا څه دي؟‬

‫گلرخ‪ :‬د الال د نظمونو مجموعه‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬څه مطلب شو؟‬

‫گلرخ‪ :‬ستا هغه وروستی اسوېلی مې ياد دی‪ ،‬کور کې يې په جمع زړه وگوره!‬

‫گلرخ‪ :‬رښتيا دې وويل‪ ،‬يوه ورځ يې ويل‪ ،‬چې شعرونه زما زامن دي‪ ،‬خپل زامن څوک بل ته ورکوي؟‬

‫صفيه‪ :‬ډېر زيات بال بچه دار دی!!‬

‫په دې خ بره دواړو وخن دل او بهرت ه روانې ش وې‪ ،‬گل رخ ورس ره د محب وبې ت ر کم رې جلب وک ړ او بيا يې مېلم نې‬
‫رخصت کړې‪.‬‬

‫‪15‬‬
‫‪ -‬اصل‪ :‬مشتهد‪.‬‬

‫‪88‬‬
‫اووم باب‬
‫(حيرانتيا)‬
‫چې د اميد ساه ډوبه شي‪ ،‬د راتلونکې زمانې رنگين او ښکلي تصورات فنا شي‪ ،‬د خيال ډولي او دنگې ماڼۍ ونړې ږي او‬
‫راتلونکي غمونه د سړي خورو او دېوانو په صورت کې د تصور دنيا ته راشي‪ .‬دغه حال د اکبرخان و‪ ،‬هغ ه نن ټول ه ورځ‬
‫له خپلو ناظرانو سره په حساب کتاب کول و ت ېره ک ړې وه‪ ،‬خ و پ ه ت ور س پين هم ن ه و پ وه ش وی‪ .‬د ش پې تيارې د س تړيو‬
‫ستومانو دپاره چپه چپيا راوړه‪ ،‬خو د اکبرخان په زړه کې ال شور پيدا شو‪ ،‬هغه اوس د خپلو تص وراتو س ره ي وازې پ اتې و‬
‫او د خپل زړه د دنيا په دې نا څاپي او نا گهاني نا گڼلي انقالب يې ارمانجن ارمانجن‪ ،‬اس وېلي خ ولې ت ه راتل ل‪ .‬هغ ه ايل ه نن‬
‫خبر شوی و‪ ،‬چې گلرخ په وړوکوالي کې د قلندر سره منسوبه شوې ده‪ ،‬دا يو داسې تص ور و‪ ،‬چې پ ه ي و س اعت کې يې د‬
‫هغه د زړه وينه وچه کړې وه‪ .‬د هغه يقين و‪ ،‬چې سليم به د هغه او د گلرخ د ټ ول عم ري ت ړون ملگرتيا وک ړي‪ ،‬خ و چې د‬
‫محمد امين خان خيال به ورغی‪ ،‬نو د هغه اميدونو به د حوص لې واگې پرېښ ودې‪ .‬د محم د امين خ ان پ ه ش ان د ي و ديانت دار‬
‫پښتون نه دا اميد نه شو کېدی‪ ،‬چې هغه به خپله هغه وعده پوره ن ه ک ړي‪ ،‬کوم ه چې هغ ه د م رک پ ه بس تره د خپ ل مش ر‬
‫ورور سره کړې وه‪ .‬د ارمانونو بې قرارۍ‪ ،‬د اميدونو تيندکونو‪ ،‬د تمنا ځنکدن‪ ،‬د حوصلو ماتې او بيا د غريو زلزلې د هغه د‬
‫احساس په دنيا کې يوه داسې بد نظمي پيدا کړې وه‪ ،‬چې د هغه زړه په ډوبېدو او ساه په تنگېدو شوه‪ .‬په ي و هيبت س ره پ ه‬
‫کټ کښېناست‪ ،‬بهر په کوڅه کې يو څو سپي په خپلو کې په جنگ وو او اکبرخان د خپلې کمرې د بېرته شوې کړکۍ نه د‬
‫خپل پالر د خرېدو غږ صفا صفا اورېده‪ .‬زړه ډوبېدو يې يو ځل بيا ټول حواس د يو نظ ام د الن دې راوس تلي وو او د هغ ه د‬
‫خپلې خواوشا هرې ښکالو ته فکر و‪ ،‬خو دا ح ال ډې ر د ل ږ وخت دپ اره و‪ ،‬ن ا اميدۍ يې د ذهن وا گې بيا د تص ور دنيا ت ه‬
‫راښکودې او هغه بيا د اسوېلو بړيوکيو په مخه واخيست‪ .‬هغه د خيال په دنيا کې د گلرخ سره د مالقات وسيلې پيدا ک ړې او‬
‫چې دواړه مخامخ شول‪ ،‬نو نظرونو يې د يو بل سترگې ښکل کړې‪ .‬بيا داسې ښ کارېدل‪ ،‬چې نظرون ه يې د ي و ب ل س ره ب دل‬
‫کړل‪ ،‬ځکه چې گلرخ په خپل نظر نه‪ ،‬بلکې د اکبرخان په نظر اکبرخان ته کتل غوښتل او همدغه حال د اکبرخان و‪ .‬د هر يو‬
‫دپاره بل معشوقه وه او عاشق له مينځه غايب و‪ .‬دواړو ډډو ت ه ښايس ت مس کۍ و‪ ،‬مينې پ ه خپ ل مخ د فن ا پ رده اچ ولې وه‪،‬‬
‫دواړه په يو بل کې ورک وو‪ ،‬خو د وصال دا حالت ډېر لږ و‪ .‬دواړه د عش ق نس بت بيا رابيدار ک ړل او د خپ ل خپ ل ځ ان‬
‫احساس يې وکړ‪ .‬دواړو ته هوش د بيدارۍ نارې وکړې‪ ،‬اکبرخان د خپلې نا اميدۍ قصه ش روع ک ړه او گل رخ ورت ه د خپلې‬
‫مجبورۍ اشارې وکړې‪ ،‬چې اکبرخان به په ژړا شو‪ ،‬هغه به مسکۍ شوه‪ ،‬ده به ورته د عشق رويونه وړاندې ک ول‪ ،‬هغې ب ه‬
‫ورته د پالر او شريعت د حکم او احترام ډالونه نيول‪ ،‬ده به ورته ويل‪ ،‬چې په عشق کې د مذهب څه کار؟‬

‫عشق سيوا دی له مدهبه‬

‫هغې به ورته ويل‪ ،‬عشق چې د مذهب د اثر نه آزاد وي‪ ،‬هغ ه ه وس او لېونت وب دی او د لېون و س ره چ ا کلي ن ه دي‬
‫کړي‪ .‬ده به ورته ويل‪ ،‬چې زما د هوش دنيا به ورانه شي‪ ،‬هغې ب ه ځ واب ورک اوه‪ ،‬چې قص ور دې خپ ل دی‪ .‬ښايس ت خپ ل‬
‫هوډ کله پرېښود‪ ،‬د عش ق ژړا د ښاېس ت خن دا‪ ،‬د عش ق ب دنامي د ښايس ت ش هرت‪ ،‬د عش ق چغې د حس ن س ندرې‪ ،‬د عش ق‬
‫اضطراب د حسن آرام او د عشق اسوېلي د ښايست د گل دپاره نسيم وي‪ .‬د مينې س وال زاري او د ښايس ت ن از او غ رور‪ ،‬د‬
‫مينې خواست او د حسن انکار د عشق او محبت کور ودانوي‪ .‬د ښايست غرور او انکار د عشق د زړه په آئين ه د ص يقل ک ار‬
‫کوي‪ ،‬د ماسوی زنگ ترې لرې شي او چې آيينه صفا شي‪ ،‬عاشق ته معلومه شي‪ ،‬چې د بېلتانه تنگسې د هغه د خپ ل ه وس‬
‫زنگ و‪ ،‬د هغه د زړه قرار معشوقه نه‪ ،‬بلکې خپل عشق دی‪ ،‬معشوقه خو اوس هر وخت په آيينه کې ده‪.‬‬

‫خدايزده چې اکبرخان کله ويده شوی و‪ ،‬خو د پالر په غږ يې په يو هيبت سترگې پرانيستې‪.‬‬

‫‪89‬‬
‫اسلم خان‪ :‬بچيه! پاڅه نا وخته دی‪ ،‬خان بهادر يوسف خان دې انتظار کوي‪ ))....‬او بيا يې د اکبرخ ان زې ړ زبېښ لي مخ‬
‫ته فکر شو‪(( ،‬بچيه! جوړ خو به يې؟‬

‫اکبرخان‪ :‬جوړ يم بابا! خير خو به وي؟ خان بهادر صاحب څرنگه د وخته تکليف کړی دی‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬خان بهادر گوښی نه دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬بل ورسره څوک دي؟‬

‫اسلم خان‪ :‬لطيفه بېگم‪.‬‬

‫اکبرخان حيران غوندې شو او ويې ويل‪(( :‬لطيفه بېگم! هغ ه د څ ه لپ اره راغلې ده؟ خ ير! باب ا ت ه ورځ ه‪ ،‬زه هم دا يم‬
‫درغلم))‪.‬‬

‫اکبرخان زر زر مخ الس ووينځل‪ ،‬خو چای يې د فکر نه بالکل ووته‪ ،‬يو ساعت پس بهر ورغی او د خان به ادر يوس ف‬
‫خان او لطيفې بيگم سره يې ډېره گړه بړه وکړه‪ ،‬خو دا پوښتنه يې ترې ونه کړه‪ ،‬چې هغوی د څه لپ اره رات گ تکليف ک ړی‬
‫دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬زما خيال دی‪ ،‬چې اوس به ال د چايو وخت نه وي تېر‪.‬‬

‫لطيفه بېگم مسکۍ شوه او ويې ويل‪(( :‬ستا دپاره به نه وي تېر‪ ،‬ځکه چې اوس راويښ شوی ښ کارې))‪ .‬اکبرخ ان ل ږ‬
‫غوندې کچه شو‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬نن يې رنگ هم څه د بزرگانو او گوښه نشينو غوندې ښکاري‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬رښتيا مو وويل‪ ،‬خو خبره دا ده‪ ،‬چې پرون مې ټوله ورځ د خپلو ناظرانو سره په حساب کت اب ت ېره ک ړې ده‬
‫او بيا هم زما تسلي نه وه شوې‪ ،‬بېگا تر سحره خوب نه راته‪ ،‬ا يله مې په وروستي پار کې سترگې خوږې شوې وې ‪ ...‬ښه‬
‫نو زه مو اوس څه خدمت وکړم؟‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬د خان بهادر صاحب يو ضروري کاردی‪.‬‬

‫اکبرخان يوسف خان ته وکتل او هغه محسوس کړل‪ ،‬چې يوسف خان يوې زغملې بې قرارۍ په مخه اخيس تی دی‪ ،‬هغ ه‬
‫په خپل ځای داسې ناست و‪ ،‬لکه چې پاڅېدو ته تيار وي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬خان بهادر صاحب خير دې وي‪ ،‬تاسو خو پاڅېدو ته تيار ښکارئ‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬دا کار د بيړې دی او زه غواړم‪ ،‬چې موقع خطا نه شي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬زه مو هر خدمت ته تيار يم‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬تا ته معلومه نه ده‪ ،‬چې زه د ډېرو ورځو راهيسې بې قراره غوندې ښکارم‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬او زمونږ په ډېر اصرار هم حال نه وايې‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬افسوس که حال د ويلو وي‪ ،‬نو ما به ويلی و‪ ،‬خو اوس مجبور شوم‪.‬‬

‫د يوسف خان په مخ د زغمجن غم اثر ښکاره شو او د غم په چپه يې س ترگو د وړان دې چړک او وک ړ‪ .‬اکبرخ ان پ ه خ وا‬
‫خوږي نظر ورته وکتل او لطيفې بيگم د همدردۍ نه سر يو خوا بل خوا وخوځاوه‪.‬‬
‫‪90‬‬
‫اکبرخان‪ :‬افسوس! ما خو خبره دومره لويه نه گڼله‪ ،‬خو معلومېږي چې ‪...‬‬

‫يوسف خان‪ :‬اکبرخانه! زما عزت د يوې کنجکې شو‪ ،‬سره د دې چې څوک د اصلي قصې نه خبر نه دي‪ ،‬خ و بيا هم زه‬
‫د سياالنو په مخکې سترگې نه شم هسکولی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ډېر افسوس دی‪ ،‬خو خان بهادر صاحب قصه څه ده؟‬

‫يوسف خان‪ :‬زما يوه لور وه‪ ،‬هغې بد بختې ته مې اعلی تعليم ورکړ‪ ،‬د زامنو نه راته گرانه وه‪ ،‬خو چې ځوانه شوه‪ ،‬زما‬
‫نه ياغي شوه‪ .‬مور يې په وړوکوالي کې مړه شوې وه‪ ،‬نو ما د هغې د ښه پرورش او نيازکولو په وجه دماغ خراب ک ړي و‪،‬‬
‫افسوس! زه يې د سياالنو له سيالۍ نه ووېستم‪ ،‬د هغې په مزاج کې د حد نه زيات تلون او خودبيني پيدا شوه‪ ،‬هغه شاعره وه‪.‬‬

‫اکبرخان ‪ :‬شاعره؟‬

‫يوسف خان‪ :‬هو شاعره! او د دې زمانې د رنگ شاعره‪ ،‬تاسو د هغې نظمونه ښه کتلي اوريدلي دي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬دا څه وايې خان بهادر صاحب! مونږ د هغې نظمونه کله اورېدلي؟‬

‫لطيفه بېگم چې تراوسه چپ وه‪ ،‬مسکۍ شوه‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬ولې ((وفا)) دې هېره شوه؟‬

‫د حيرانتيا نه د اکبرخان سترگې وازې پاتې شوې‪ ،‬هغه حيران حيران يوسف خان ته کتل‪ ،‬گويا د ((وفا)) د شخصيت رڼا‬
‫يې د هغه په تندي کې لټوله‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬وفا؟ يا پروردگاره؟ خان بهادر صاحب هغه ستاسو لور ده؟‬

‫يوسف خان‪ :‬ما د هغې د واده تجويز وکړ‪ ،‬هغې د چا په خوله ځواب راکړ‪ ،‬چې هغه به واده د خپلې خوښې کوي‪ ،‬په دې‬
‫خبره زما او د هغې اختالف پيدا شو او خبره د وهلو ټکولو حد ته ورسېده‪ ،‬ما خپل هوډ نه پرېښ ود او هغې ت ه خپ ل اص ول‬
‫گران وه‪ ،‬چې پوهه شوه‪ ،‬چې پالر مې خپله نوروي‪ ،‬نو يوه شپه ‪...‬‬

‫د يوسف خان مرۍ بنده شوه او بېواکه غريو د خبرې پوره کولو اجازت ورنه کړ‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬يوه شپه د کور نه ووته او دا څلورمه مياشت ده‪ ،‬چې درک يې معلوم نه شو‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬افسوس دی بهادر صاحب! که تاسو مونږ ته اول ويلي وای‪ ،‬نو مونږ به تراوسه ‪...‬‬

‫يوسف خان د غم چپې ته د حوصلی غر پيدا کړ‪ ،‬غاړه يې تازه کړه او د اکبرخان خبره يې پرې کړه‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬هلته د وينا وخت نه و‪ ،‬اوس يې وخت دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬نو د هغې څه درک معلوم شوی دی څه؟‬

‫يوسف خان‪ :‬هو! معلوم شوی دی او په دې خبره ډېر د خدای شکر گذار يم‪ ،‬چې هغه په ډېر ښه ځای کې ده‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬کوم ځای کې ده؟‬

‫يوسف خان‪ :‬د محمد امين خان په کور کې خدمت کوي‪.‬‬

‫‪91‬‬
‫اکبرخان په حيرانتيا کې حيرانتيا په مخه واخيست او بې اختياره يې د خولې نه ووتل‪(( ،‬محبوب ه؟ د ک ومې د ق ابليت پ ه‬
‫هکله چې صفيه شپه ورځ په وينا نه ستړې کېږي؟))‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬هم هغه! او که ما پرون هلته نه وای ليدلې‪ ،‬نو دا راز ب ه ت ر ډې ره بن د پ روت و‪ ،‬چې محبوب ه او خورش يد‬
‫جهان ((وفا)) څه جدا جدا شخصيتونه دي‪.‬‬

‫اکبرخان دومره حيران و‪ ،‬چې دې حيرانتيا ترې هغه فريضه هم هېره کړه‪ ،‬کوم ه چې د يوس ف خ ان ل ه مخ ه پ ه هغ ه‬
‫عايد کېده‪.‬‬

‫لطيفه بيگم‪ :‬نو ښه به دا وي‪ ،‬چې اوس ورشو او محمد امين خان او سليم هم خبر کړو‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ډېره مناسب خبره ده‪ ،‬راځئ چې ځو! خو صبر وکړئ‪ ،‬چې زه خپل ډرېور ته غږ وکړم‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬تکليف مه کوه! ما خپل موټر راوستلی دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ډېره ښه ده‪.‬‬

‫اکبرخان د يوسف خان او لطيفې بيگم سره په موټر کې کښېناست او په ل ږ س اعت کې هغ وی د محم د امين خ ان پ ه‬
‫کور کې د موټر نه کوز شول‪ .‬عزيز الس په الس حجرې ته روان کړل‪ ،‬د حجرې نه بهر قلندر خ ان پ ه غص ه کې والړ و‬
‫او د حجرې دروازې ته يې بد بد کتل‪ .‬اکبرخان د استفهام په نظر عزيز ته وکتل‪ ،‬خو د عزيز نظر په خپل ه د اس تفهام ن ه ډک‬
‫ښکارېده‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬خان چرته دی؟‬

‫عزيز‪ :‬هلته د کشر خان سره په حجره کې څه خبرې کوي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ورشه کنه! زمونږ نه ورته ووايه‪ ،‬وايه چې خان بهادر صاحب او مېډم لطيفه س الم ک وي‪ .‬عزي ز حج رې ت ه‬
‫ننوت او يوه لحظه پس سليم سر تور بهر را ووت‪ .‬په مخ يې د فکر او پريشانۍ عالمې ښکارېدې‪ ،‬په دو دو راغی او د ټول و‬
‫سره يې بړه گره وکړه‪ .‬په قلندر خان يې يوالوتونکی نظر واچوه او ټول يې د ځان سره حج رې ت ه روان ک ړل‪ .‬پ ه دې وخت‬
‫کې عزيز بيا بهر ته راوتلی و او چې دوی دننه ورغلل‪ ،‬محمد امين خان ور سره کلک جوړ تازه وکړل او چې ټول په خپل و‬
‫ځايونو کښېناستل‪ ،‬نو تر ډېره وخته هېچا هم د خبرو سلس له ش روع ن ه ک ړه‪ ،‬خ و اخ ر لطيفې بيگم خول ه پرانيس ته او ويې‬
‫ويل‪(( :‬زه معافي غواړم! چې د خبرو ابتدا کوم‪ ،‬خو زما خيال دی‪ ،‬چې نن د خان بهادر صاحب په څېر تاس و هم د فک ر پ ه‬
‫يو تېزتگي سيند الهو يئ))‪.‬‬

‫محمد امين خان‪ :‬خير دې وي يوسف خانه!‬

‫يوسف خان‪ :‬خير به ورته وايو‪ ،‬خو تاسو خپله ووايئ‪.‬‬

‫محمد امين‪ :‬ستاسو نه پرده څه پکار؟ او بيا دا چې رايه به هم راکړئ‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬په دواړو سترگو!‬

‫محمد امين‪ :‬زما او د سليم په مينځ کې يو لوی اختالف راغلی دی‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬د سليم نه خو دا اميد نه شي کيدی‪ ،‬خو څه ډېره اهمه خبره به وي نو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬هو خان بهادر صاحب! ډېره اهمه خبره ده‪ ،‬زما د ايکي يوې خور د ژوند فيصله ده‪.‬‬

‫‪92‬‬
‫يوسف خان‪ :‬او هو! پوه شوم‪ ،‬ځکه قلندر خان داسې په غصه کې بهر والړ و‪ ،‬هډو ستړي مشي ترې هېره وه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬گوره کنه! دغه خو خبره ده‪ ،‬دا قسمه سړی د دې قابل دی‪ ،‬چې زما خور د عمر دپاره د هغه سره وتړل شي؟‬

‫محمد امين‪ :‬ما د مشر ورور سره اقرار کړی دی او اقرار اقرار دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬په هره کليمه کې څه ناڅه استثنا ضرور وي‪ ،‬تاسو اقرار کړی دی‪ ،‬خو ابا د قلندر جهالت او نااليقي ت رې مس تثنا‬
‫ده‪.‬‬

‫محمد امين‪ :‬که مونږ لوزونه قولونه د منطقي او فلسفي اصولو تابع کړو‪ ،‬نو د دنيا نظام به گډوډ شي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬خير دا نه سهي ابا! گلرخ بالغه ده او د شريعت په حکم هغه د خپل واک خاونده ده‪ ،‬پ ه وړوک والي کې يې د قلن در‬
‫سره نکاح هم نه ده شوې‪ ،‬بيا دې ته هم وگورئ‪ ،‬چې د داسې بد اخالق سړي سره به د هغې ژوند په کوم حال تېرېږي؟‬

‫محمد امين‪ :‬بچيه راشه چې مونږ خان بهادر صاحب ثالث مقرر کړو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ډېره ښه ده ابا!‬

‫يوسف خان‪ :‬ستاسو د قدردانۍ شکريه! خو زما د سوي زړه قصه خو مو ال نه ده اورېدلې!‬

‫محمد امين‪ :‬خير دې وي وروره څه چل دی؟‬

‫يوسف خان ‪ :‬ستاسو دې اختالف زما د زړه نه يو لوی بار لرې کړ او زه به درته اوس په ډېرې خوشحالۍ خپل ه فيص له‬
‫ښکاره کړم‪ ،‬خبره دا ده‪ ،‬چې زما يوه لور وه‪ ،‬هغې ته مې اعلی تعليم ورکړی وه‪ ،‬خو چې پېغله شوه او ما يې د واده انتظام‬
‫شروع کړ‪ ،‬هغې راسره اختالف راواخيست‪ .‬هغه زما انتخاب يې خوښ نه شو‪ ،‬ولې ما هم خپل ضد نه پرېښود‪.‬‬

‫سليم‪ :‬خدای دې خير کړي‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬هغه متلون مزا جه شاعره وه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬شاعره؟‬

‫يوسف خان‪ :‬هو شاعره! او د يو لوی شاعر شاگرده!‬

‫سليم‪ :‬د کوم لوی شاعر؟‬

‫يوسف خان‪ :‬ستا!‬

‫سليم‪ :‬زما؟ دا څه وايې‪ ،‬خان بهادر صاحب! زه خو يې بالکل نه پېژنم‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬دا مه وايه!‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬وفا دې هېره کړه څه؟‬

‫سليم حيرانتيا واخيست او محمد امين خان چې د دې خبرو په دوران کې ډډه وهلې وه‪ ،‬نېغ راکښېناست‪.‬‬

‫محمد امين‪ :‬وفا؟‬

‫‪93‬‬
‫سليم‪ :‬هغه ستاسو لور وه‪ ،‬خان بهادر صاحب! يا پروردگاره! بې شکه هغه ډېره زياته قابله شاعره وه‪ ،‬خو خير دې وي‪،‬‬
‫څه چل وشو؟‬

‫يوسف خان‪ :‬بس يو شپه پټ په پټه له کوره ووته او څلور مياشتې کېږي‪ ،‬چې ال کور ته نه ده راغلې‪ ،‬ما هډو له ش رمه‬
‫دا حال نه ويلو‪ ،‬پټ پټ مې ورپسې لټون کاوه‪ ،‬چې اخر يې لطيفې بېگم درک معلوم کړ‪.‬‬

‫محمد امين خان او سليم د تپوس په نظر لطيفې بيگم ته وکتل او اکبرخان د دغو ټولو خبرو په دوران کې د بت په څ ېر‬
‫ناست و‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬هو! ما يې پته معلوم ه ک ړه‪ ،‬هغ ه چې د پالر د ک ور ن ه ووت ه‪ ،‬ن و د خپلې اس توگنې دپ اره يې ي وه ش ريفه‬
‫کورنۍ غوره کړه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬د چا کورنۍ؟‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬د خپل مهربان او شريف استاد کور‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ستا اشاره خو به ماته نه وي؟‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬ولې نه؟ هغه ستاسو د کور محبوبه شوه‪ ،‬د سليم او محمد امين خان خولې د حيرانتيا ن ه وازې پ اتې ش وې‪،‬‬
‫ډېر ساعت پس محمد امين خان سر راپورته کړ او ويې ويل‪ :‬زما اندازه د هغې په حق کې څومره صحيح وه‪ ،‬ما او س ليم ب ه‬
‫ورته همېشه ويل‪ ،‬چې ته تعليم يافته ښکارې‪ ،‬مونږ به دې د خپل کور يوه ممبره گڼ و‪ ،‬خ دمت ک ول م و دربان دې پ يرزو ن ه‬
‫دي‪ ،‬خو هغې نېک بختې‪ ،‬دې ته بالکل غاړه نه کېښوده‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬د هغې خيال په ځای و‪ ،‬هغې د خپل استاد خدمت په خدمت نه وه شمارلی‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬نو اوس به زه ستاسو د اختالف څه فيصله وکړی شم‪ ،‬زما دې قصې ته فکر وکړئ‪ ،‬افسوس چې ما د خپلې‬
‫قابلې لور د احساساتو خيال ونه ساته‪.‬‬

‫محمد امين‪ :‬سليمه بچيه! ستا پاڼه زوروره شوه‪ ،‬زه خپله اراده بدلوم‪ ،‬ته پوه شه او قلندر خان پوه شه!‬

‫سليم‪ :‬شکر دی ابا! چې زما د خور ژوند دې بچ کړ‪.‬‬

‫د اکبرخان په مخ يوه داسې رڼا پيدا شوه‪ ،‬لکه د زعفرانو پ ه پ ټي چې د س حر د لم ر پلوش ې پرې وزي‪ ،‬د هغ ه م ړغيجن‬
‫ارمانونه وغنځېدل‪ ،‬باڼه يې د خوشحالۍ نه اسمان ته کاږه شول او په کرسۍ کې يې بېواکه حرکت پيدا شو‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬نو ښه به دا وي‪ ،‬چې زه دننه الړه شم او خورشيد جهان د پالر قدمونو ته راولم‪.‬‬

‫محمد امين‪ :‬او مونږ به د پالر او لور په دې نوي مالقات روحاني خوشحالي محسوسه کړو‪ ،‬سليمه بچيه! ت ه هم ورس ره‬
‫الړ شه‪ ،‬سليم او لطيفه بيگم دواړه پاڅېدل او نېغ د محبوبې کوټې ته روان شول‪ ،‬خو چې هلت ه ورس ېدل‪ ،‬ن و دواړو کوټ ه‬
‫تشه ومونده‪ ،‬وفا هلته نه وه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬راځه مېډم! دننه به د گلرخ سره ناسته وي‪.‬‬

‫گلرخ چې د قلندر د خبرې نه خبره شوې وه‪ ،‬شپه ورځ يې د ژړا سره کار و‪.‬‬

‫لطيفه بيگم‪ :‬دا خو ډېر ښه وشوه‪ ،‬چې زه پرې زېری وکړم‪.‬‬

‫‪94‬‬
‫دواړه دننه ورغلل‪ ،‬گلرخ دننه ناسته وه او د کړکۍ نه يې بهرني چمن ته کتل‪ ،‬په کړکۍ راخورې شوې پرې وتۍ يې الس‬
‫واهه‪ ،‬هغوی ته يې شا وه‪ .‬سليم او گلرخ چې وکتل‪ ،‬محبوبه هلته هم نه وه‪ ،‬دواړو سره وېره پيدا شوه او هغوی د وېرې د دې‬
‫احساس په وجه يو بل ته وکتل‪ ،‬د هغوی په سترگو کې د پرېشانۍ اث رات وځلې دل‪ .‬بيا ورو ورو دواړه گل رخ ت ه ور روان‬
‫شول‪ ،‬گلرخ چې د پښو ښکالو واورېده‪ ،‬مخ يې شاته راستون کړ او د لطيفې بېگم د تعظيم لپاره والړه شوه‪ ،‬ي و څ و اوښ کې‬
‫يې د شهدو په څېر په اننگو پورې نښتې وې او يو څو کوچکنې اوښ کې يې د بڼ و پ ه څوک و رپن دي اخيس تې وې‪ ،‬د مخ پ ه‬
‫گلستان يې د حسرت خزان راخور ش وی و او ښ کلي وېښ ته يې بې ترتيب ه ي و خ وا ب ل خ وا پ ه مخ پرات ه وه‪ .‬هغې پ ه ډې ره‬
‫سنجيدگۍ اوښکې پاکې کړې‪ ،‬ځکه چې د هغې خبره اوس د راز په شکل کې نه وه پاتې او نه هغې د چ ا ن ه پټ ژړل غ وره‬
‫گڼل‪ .‬لطيفې بېگم ته يې سالم وکړ او بيا يې سر په سينه ځوړند شو‪ ،‬لطيفې بېگم څو څو ځل ښکل کړه او بيا په يوې کرسۍ‬
‫کښېناسته‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬گلرخ! زه افسوس کوم‪ ،‬چې تا په داسې حال کې وينم‪ ،‬خو خفه کېږه مه‪ ،‬س تا دا خفگ ان اوس د وروس تۍ‬
‫مرحلې نه تېر شوی دی‪.‬‬

‫دا خبره لطيفې بېگم څه په داسې اميدافزا انداز وکړه‪ ،‬چې د گلرخ په مړغيجنو اننگو کې د خوشحالۍ وينې ي و ناڅ اپي‬
‫منډه وکړه‪ ،‬د زړه په کور يې خندانو اميدونو پېره راوړه او په ارمانونو کې يې نوې ساه پيدا شوه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬خورکۍ! نن د لطيفې بيگم قدم زمونږ دپاره ډېر مبارک ثابت شو‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬زه مبارکي درکوم‪ ،‬چې بابا دې د قلندر خبره منظوره نه کړه‪.‬‬

‫د گلرخ په زړه داسې بېواکه خوشحالي راغل ه‪ ،‬چې د غمجن و اوښ کو زړون ه يې پ ه گوگ ل کې راتن گ ش ول‪ ،‬هغې د‬
‫لطيفې بېگم په اوږه سر کېښود او د شبنمي گل په څېر يې بيا په خندا او ژړا کې هېڅ فرق ن ه و‪ .‬ي و څ و لحظې همدغ ه‬
‫شان چپ چاپ تېرې شوې‪ ،‬سليم ارغشی وکړ او ويې ويل‪(( :‬ښه نو گرانې خورې! محبوبه څه شوه؟))‬

‫گلرخ اوس د لطيفې بېگم د اوږې نه سر پور ته کړی وه‪ ،‬په دې سوال حيرانه غوندې شوه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ولې؟‬

‫سليم‪ :‬په محبوبې کې خو لويه بال پيدا شوه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬څرنگه؟‬

‫سليم‪ :‬د هغې نامه محبوبه نه ده‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬زمونږ اول هم دا خيال و‪ ،‬چې هغه ځان پټوي‪ ،‬خو په خپله کوټه کې به وي کنه!‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬په خپله کوټه کې نشته‪.‬‬

‫د لطيفې بېگم دې خبرې د گلرخ پ ه ذهن کې د هغې ت ېرې ورځې مالق ات واقع ه ت ازه ک ړه او هغ ه پوه ه ش وه‪ ،‬چې‬
‫زمونږ دا خيال غلط نه وه‪ ،‬چې لطيفه بېگم او محبوبه په خپلو کې اشنايانې دي‪ ،‬مسکۍ شوه او ويې وي ل‪(( :‬ښ ه ن و اص لي‬
‫نامه يې څه وه؟))‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬اصلي نامه يې خورشيد جهان ده او تخلص يې ((وفا)) دی‪.‬‬

‫د گلرخ حيرانتيا د اندازه کولو وه‪ ،‬هغه دومره حيرانه شوه‪ ،‬چې خپل دواړه السونه يې په غوږونو کېښودل‪.‬‬

‫‪95‬‬
‫گلرخ‪ :‬وفا؟ الال هغه ستا شاگرده؟ محبوبه هم هغه وه؟‬

‫سليم‪ :‬هو خورکۍ! هم هغه وه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬استاذې ياد دې دي د بحث په ورځ ‪...‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬زه ستا او صفيې د فراست قايله يمه‪ ،‬تاسو پوه شوې وئ‪ ،‬چې کوم وخت خورشيد جهان مېوه دان ه راوړه‪،‬‬
‫اوس به ورته خورشيد جهان وايو نو ‪ ...‬ما د هغې په ليدو د حيرانتيا اظهار کړی و‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬خو تا په داسې طريقه انکار وکړ‪ ،‬چې مونږ ته خپله نظريه وهم وښکارېده‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬د هغې هوښيارو سترگو په يورپ کې د منت زارۍ دفترونه پرانيستل او ما هم دا مناسب وگڼ ل‪ ،‬چې پ رده‬
‫يې وساتم‪ ،‬خو د هغې پالر ته خبر ورکول ضروري وه او هغه ما وکړل‪.‬‬

‫گلرخ ‪ :‬هغه د چا لور ده؟‬

‫لطيفه بيگم‪ :‬د خان بهادر يوسف خان!‬

‫گلرخ‪ :‬يا هللا! نو هغه د پالر د کور نه وتلې وه؟ ډېر افسوس دی!‬

‫لطيفه‪ :‬پالر يې د ناخوښۍ واده کولو‪ ،‬خو اوس وخت تېريږي‪ ،‬د هغې لټون پکار دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬بهتره به دا وي‪ ،‬چې تاسو يې د شريف پان فروش په دوکان تپوس وک ړئ‪ ،‬د هغ ه دوک ان ن ه پ ان راوړي‪ ،‬زه يې‬
‫هم پرې اموخته کړې يم‪.‬‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬ډېره ښه ده‪ ،‬مونږ به اوس الړ شو‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬په مخه مو ښه!‬

‫سليم او لطيفه بېگم په الره کې بيا د محبوبې کمرې ته ورننوتل‪ ،‬چې گوندې اوس واپس راغلې وي‪ ،‬خو هلته هېڅ ن ه‬
‫وه‪ .‬د محبوبې هغه وړوکی صندوق هم نه و‪ ،‬سليم څه په غور د هغې کټ ته وکت ل‪ ،‬د کاغ ذ ي وه ټک ړه يې پ رې پرت ه وليده‪،‬‬
‫پورته يې کړه او په ډېره بې قرارۍ يې ولوسته‪ ،‬په مخ يې د نااميدۍ اثرات ښکاره شول‪ .‬لطيفه بېگم هم پوهه ش وه‪ ،‬چې څ ه‬
‫ښه خبر نه دی‪ ،‬خو کاغذ يې د سليم نه واخيست او ويې لوست‪ ،‬يو سوړ اسوېلی يې وک ړ او ويې وي ل‪(( :‬نې ک بخ تې! خپ ل‬
‫مشکالت نور هم زيات کړل))‪.‬‬

‫سليم‪ :‬خير هر څه چې وي‪ ،‬راځه چې خان بهادر صاحب خبر کړو او بيا د ش ريف پ ان ف روش ن ه هم تپ وس ض روري‬
‫دی‪ .‬دواړه بهر ته روان شول‪ ،‬چې حجرې ته ورننوتل او يوسف خان دواړو ته وکتل‪ ،‬نو پوه شو‪ ،‬چې ښه خ بر ن ه دی‪ .‬س ليم‬
‫هېڅ ونه ويل‪ ،‬خو کاغذ يې ورکړ‪ .‬يوسف خان چې کاغذ ولوست‪ ،‬د غم توره شخړه يې په مخ وگرځېده‪.‬‬

‫محمد امين‪ :‬خير خو دی‪ ،‬څه چل وشو؟‬

‫يوسف خان‪ :‬هغه کم بخته! د دې ځای نه هم تلې ده‪ ،‬دا خط يې پرې ايښی دی‪.‬‬

‫محمد امين خان په ډېر خفگان خط واخيست او د کتو نه پس يې شروع کړ‪(( ،‬شريفه استاده! عمر دې ډېر ش ه‪ ،‬زم ا خ و‬
‫دا خيال و‪ ،‬چې څه موده به ستاسو په قدمونو کې تېره کړم‪ ،‬چې د علم او ادب سره سره‪ ،‬ستاسو په خاندان کې زما د حس ن‬
‫سيرت کمی هم پوره شي‪ ،‬خو زما نصيب شوم و‪ ،‬لطيفه بېگم زما استاذه ده‪ ،‬هغې زه دلته وليدم او هغه به يقينا ً زم ا پالر ت ه‬
‫خبر رسوي‪ ،‬که زما درک پالر ته معلوم شو او زه يې د دې ځای نه خپل کور ته بوتلم‪ ،‬نو زما مرگ يقيني دی‪ ،‬ک ه د هغ وی‬

‫‪96‬‬
‫له السه نه وي‪ ،‬زما له خپله السه‪ ،‬ځکه چې زما او د هغوی سخت اص ولي اختالف راغلی دی او اوس ي و ن امعلوم ځ ای ت ه‬
‫روانېږم‪ .‬ماته معافي کوئ‪ ،‬مشر خان ته زما غره نه لوی سالم او وړې بي بي ته زما د زړه بې قراره عقيدت ورسوه))‪.‬‬

‫ستا بد نصيبه وينځه شاگرده‬

‫))محبوبه‪ ،‬خورشيد جهان((‬

‫يوسف خان‪ :‬نو اوس به څه کيږي؟‬

‫لطيفه بېگم‪ :‬خان راځئ! دلته بهر يو پان فروش دی‪ ،‬د هغه نه اکثر پان راوړي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬د هغه نه اوس هېڅ پته نه شي لگېدی‪ ،‬خو خير! تاسو دا کار وکړئ او زه به اخبار ته يو خط وليکم‪ ،‬چې وف ا يې‬
‫ولولي‪ ،‬نو امېد کوم‪ ،‬چې را به شي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ ،‬يوسف خان او لطيفه بېگم د سليم او محمد امين خان نه رخصت شول او چې هغوی بهرته ووتل‪ ،‬س ليم قلن در‬
‫دننه وبللو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬قلندر الال! خبره به صفا صفا ښه وي‪ ،‬د ابا سره ما خبرې وکړې‪.‬‬

‫قلندر‪ :‬زه د کاکا نه ځواب غواړم‪ ،‬ستا نه نه!‬

‫سليم‪ :‬زما او د ابا ژبه يوه ده‪.‬‬

‫قلندر خان د تپوس په نظر خپل تره محمد امين خان ته وکتل‪ ،‬محمد امين خان سر ښکته کړ‪ ،‬قلن در پ وه ش و‪ ،‬چې د هغ ه‬
‫تره د سليم په مخکې وسله ايښې ده‪ ،‬سليم ته مخاطب شو‪(( ،‬ښه وايه!))‬

‫سليم‪ :‬خبره دا ده‪ ،‬چې گلرخ په هېڅ صورت واده ته غاړه نه ږدي‪ ،‬نو ابا مې وايي‪ ،‬چې ستا دپاره به بل واده وکړو‪.‬‬

‫د ډېرې غصې نه د قلندر سترگې داسې بکې راووتې‪ ،‬چې د کولکونو نه به ر ت ه راوت ونکې ښ کارېدې‪ .‬هغ ه ووي ل‪ :‬م ا‬
‫سره د گلرخ اقرار شوی دی‪ ،‬زه چوړی خو نه يم‪ ،‬چې اوس به راته دلته کومه چوړۍ چنگړه واده کوئ‪.‬‬

‫سليم‪ :‬قلندر الال! ته خو په سمه خبره هم غصه کېږې‪ ،‬ما درته څه ورانه خبره وکړه؟‬

‫قلندر‪ :‬سليمه! زه ستا غوندې هلکان لوبوم‪ ،‬ته ماته تېر راکوې‪ ،‬دا ټول کارونه هم ستا دي‪ ،‬د کاکا مې نن هم دا خيال ن ه‬
‫و‪ ،‬خو خير! زه به د خپل حق تپوس وکړم‪ ،‬د سليم په مخ هم د غصې اثرات ښکاره شول‪ ،‬خو د ضبط په زنځير يې وتړل‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ته هره خبره بدۍ ته اړوې او د چا چې بد په زړه وي‪ ،‬هغه سمې خبرې ته هډو غوږ نه ږدي‪ ،‬زه درت ه وايم‪ ،‬زم ا‬
‫خور واده ته تن نه ږدي‪.‬‬

‫قلندر‪ :‬نه دې ږدي کنه! د جينکو خولې ته خلک نه گوري!‬

‫سليم‪ :‬دا د شرعې حکم دی‪ ،‬چې جينۍ ځوانه شي‪ ،‬د خپل واک شي‪.‬‬

‫قلندر‪ :‬تراوسه خو په پښتانه کې د چا خبره يو ساالر و‪ ،‬يو منصور و‪ ،‬نه خدای و‪ ،‬نه رسول و‪ ،‬د ښځو سره چا ش رعې‬
‫نه کولې‪ ،‬خو اوس تاسو را پيدا کړی نو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬شريعت اول هم و او اوس هم دی‪ ،‬خو چې څوک يې مني؟‬

‫‪97‬‬
‫قلندر‪ :‬ماته يو غر بل غر مه وله‪ ،‬داسې نر ال نه دی پيدا‪ ،‬چې زما چنغله به خپله وگڼي‪ ،‬خو سپينه خبره وکړه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬بس سپينه خبره دا ده‪ ،‬چې ستا او د گلرخ واده ممکن نه دی‪.‬‬

‫قلندر‪ :‬په غصه د ځای نه پاڅېد او ويې ويل‪(( :‬کاکا ما خو دا نه گڼله‪ ،‬خو اوس به گورم‪ ،‬چې گلرخ به کوم پښ تون واده‬
‫کوي‪.‬‬

‫محمد امين خان د خپل ضمير سره په جنگ بوخت و‪ ،‬خو د سليم د رايې نه وتی نه شو‪ ،‬هېڅ ځواب يې ورن ه ک ړ‪ ،‬خ و‬
‫قلندر اوس د اور يوه سرکښه لمبه وه‪ ،‬خو روان و‪ ،‬څو څو ځل په بازار کې د موټر نه په گوته کې بچ شو‪ ،‬د هغه د خيال په‬
‫دنيا کې نااميدۍ‪ ،‬غم او غصې داسې غلغله جوړه کړې وه‪ ،‬چې د ب ازار ش ور پکې ورک و‪ .‬هغ ه پ ه خپ ل خيال کې ي وې‬
‫قمارخانې ته روان و‪ ،‬هلته يې يو څو د چوتي ياران وو او هغوی ورت ه الف ه ک ړې وه‪ ،‬چې ک ه ت ره دې خ بره ون ه منل ه‪ ،‬ن و‬
‫مونږ به درسره الړشو او د تره او د تره د زوی به دې د سترگو په رپ کې فيصله وکړو‪ .‬قلندر اوس د تره او د ت ره د زوی‬
‫د قتل بندونه تړل او په الره روان و‪ ،‬چې ناڅاپه يې چا په اوږه الس کېښود‪ ،‬قلندر د غص ې او تپ وس پ ه نظ ر اکبرخ ان ت ه‬
‫وکتل‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬خير دې وي‪ ،‬قلندر خانه! څرنگه توند روان يې‪ ،‬د مړزو جنگ خو به نه وي؟‬

‫قلندرخان اکبرخان ته بد بد وکتل او ويې ويل‪(( :‬نه ص يب! زم ا ض روري ک ار دی))‪ ،‬دا يې ووي ل او د پ وزې پ ه بري د‬
‫روان شو‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬گوره کنه! خبره واوره‪ ،‬زما مطلب دا و‪ ،‬چې د تره سره دې ‪...‬‬

‫قلندر په غضب راستون ش و او د اکبرخ ان خ بره يې غوڅ ه ک ړه‪(( ،‬دا ټ ول ستاس و او د س ليم ش رارت دی‪ ،‬خ و زه ب ه‬
‫ورسره گورم؟))‬

‫دې وينا سره بيا گړندی روان شو‪ .‬اکبرخان په ټوله معامله پوه و‪ ،‬مسکی ش و او هس ې هم ډې ر خوش حال و‪ ،‬ځک ه چې د‬
‫هغه دپاره اوس د گلرخ اميد پيدا شوی و‪ ،‬خو د تره وراره په دې خفگان خفه هم و‪ .‬هغه د ش ريف پ ان ف روش ن ه د محب وبې‬
‫تپوس کړی و‪ ،‬خو هېڅ درک يې نه وه معلوم شوی‪ .‬اوس د سليم کور ته روان و‪.‬‬

‫بازار د خلکو نه ډک و‪ ،‬ځکه چې د اپريدو د مواجب ورځې وې‪ .‬اکبرخان په خپل فک ر کې غ رق روان و‪ ،‬چې د س ليم‬
‫کور ته ورسېد‪ .‬سليم بوخت و‪ ،‬اخبار ته يې د خورشيد جهان ((وفا)) په هکله خط ليکه‪ ،‬چې اکبرخان ورننوت‪.‬‬

‫سليم‪ :‬څه چل وشو‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬هېڅ درک يې معلوم نه شو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬افسوس! خو خير‪ ،‬دا خط مې نوی پښتون ته وليکه‪ ،‬دا ده‪ ،‬دا يې عنوان دی‪.‬‬

‫((محبوبې ته چيرته يې!))‬

‫افسوس چې تا ډېره لويه غلطي وکړه‪ ،‬خو خير‪ ،‬بابا دې راغلی و‪ ،‬هغه په خپل ه وډ پښ ېمان دی او د زړه ل ه اخالص ه‬
‫يې بښلې يې‪ ،‬استاد به دې هم معافه کړي‪ ،‬وېرېږه مه او مشر خان خو دومره در پسې خفه دی‪ ،‬چې يو ساعت يې د خولې ن ه‬
‫غورځولې نه يې‪ ،‬وړه بي بي وايي‪ ،‬چې که ته زر تر زره رانغلې‪ ،‬نو معافه به دې نه کړم او د اکبرخان خور وايي چې‪:‬‬

‫تکاليف لکه جوهر د سړيتوب په آيينه وي‬

‫‪98‬‬
‫چې ترې تښتي شخصيت يې وي مدام په زنگ لړلی‬

‫اميد دی‪ ،‬چې ته به خپل ضد پرېږدې او زر به وا پس راشې!‬

‫((ستا استاد))‬

‫اکبرخان‪ :‬ښه دی‪ ،‬ډېر ښه دی‪ ،‬خو که محبوبه يې ومني‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زما خو خيال نه دی‪ ،‬چې هغه به راشي‪ ،‬خو خير! دا زمونږ لومړنی کوښښ دی‪ ،‬گورو به چې ‪...‬‬

‫سليم ال نوره نه وه کړې‪ ،‬چې حجرې ته يو مالتړلی اپريدی راننووت‪ ،‬د کت و س ره د س ليم س ترگې پ رې خ وږې ش وې‪،‬‬
‫هغه پوه شو‪ ،‬چې چرته خو يې دا سړی ليدلی دی‪ ،‬فکر يې وکړ‪ ،‬خو هېڅ ورت ه ي اد ن ه ش ول‪ .‬د اکبرخ ان پ ه مخ ي وه ت روه‬
‫غوندې مسکا ښکاره شوه‪.‬‬

‫سړی‪ :‬اکبرخانه! په ډېره منډه درپسې راورسېدم‪ ،‬سليم خانه! زه دې هېر کړم‪ ،‬که څه؟‬

‫سليم‪ :‬يره چرته خو مې ليدلی يې‪ ،‬خو اوس مې خيال نه راځي‪ ،‬ته څوک يې؟‬

‫اکبرخان‪ :‬سيدخان دې هېر شو څه؟ سرکوزی دلته هم را ورسېد‪.‬‬

‫د سليم په مخ د خوشحالۍ او پېرزوينې رڼا ښکاره شوه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬او هو! هر کله راشه‪ ،‬هر کله راشه‪ ،‬سيدخانه! ما خو هډو ونه پېژندې‪.‬‬

‫سيد خان‪ :‬اوس ما چرته پېژنې‪ ،‬چې گېر وې‪ ،‬هلته دې پېژندم‪ ،‬خو زما هغه باقي روپۍ؟‬

‫اکبرخان‪ :‬هغه دې بس وې کنه؟‬

‫سليم‪ :‬نه نه! زه مو ولجه کړی وم‪ ،‬اوس ايله په الس راغلی يې‪ ،‬څه ته او څه عظيم خان!‬

‫سيدخان‪ :‬سليم خانه! که ودې نيوم‪ ،‬نو ال به ښه وي‪ ،‬کار روزگار به درته کوم او پياڅه به راکوې‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬نه نه! بس‪ ،‬نيسي به دې نه‪ ،‬خو نورې روپۍ مه غواړه!‬

‫سيدخان‪ :‬اکبرخانه! ته زمونږ په مينځ کې نه ځايېږې‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬پېښور دی‪ ،‬ځکه داسې نېغې نېغې خبرې کوې‪.‬‬

‫سيد خان مسکی شو او ورو يې وويل‪(( ،‬د زورور زور بد وي نو))‪.‬‬

‫سليم‪ :‬نه اکبرخانه وروره! داسې به نه کوو‪ ،‬سيدخان راسره ډېره ښېگڼه کړې ده او زه غواړم‪ ،‬چې د هغ ه ب دل خالص‬
‫کړم‪.‬‬

‫سيدخان‪ :‬دا خبره کوه‪ ،‬زوی دې لوی شه‪ ،‬زما هغه واده بالکل تيار دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زه هم د يو واده روپۍ درکوم‪.‬‬

‫‪99‬‬
‫د دې خبرې سره سليم المارۍ ته روان شو‪ ،‬د سيدخان خوشحال او بې ق رار نظ ر ورس ره جلب وک ړ او چې ک وم وخت‬
‫سليم المارۍ پرانيسته او پوره د پينځوسوو روپو نوټونه يې ترې راواخيستل او سيدخان ته يې وړاندې کړل؛ نو د هغه يقين نه‬
‫کېده‪ ،‬چې گوندې دا ټول به هغه ته ورکړي‪ ،‬په رپېدونکو السونو يې واخيستې او په جېب کې يې واچولې‪.‬‬

‫اتم باب‬
‫((مالقات))‬
‫د اميد نه پس نااميدي او بيا په نااميدۍ پسې اميد يو ژوندی اميد وي‪ ،‬په مين ه کې اميد او نااميدي پخلی او رنگيني پيدا‬
‫کوي‪ ،‬دا رنگيني د خيال په دنيا کې ښکلي باغونه جوړ کړي او د وصال مېوه پيدا کړي‪ .‬په داسې حال کې د مين يو وفادار‬
‫رازدار ته ضرورت وي‪ ،‬څومره څومره چې د بې قرار زړه حال ورته وايي‪ ،‬هومره هومره يې زړه ق رار م ومي او د خپلې‬
‫مينې د وصال دپاره د رازدار نه سال غواړي‪ .‬دغه حال د اکبرخان و‪ ،‬چې د کومې ورځې راهيسې محمد امين خان او س ليم‪،‬‬
‫قلندر خان ته د گلرخ په هکله انکار کړی و‪ ،‬اکبرخان د وصال د اميدونو په خيالي ټالونو زنگل‪ .‬د هغه پ ه خيال کې اوس دا‬
‫موقع وه‪ ،‬چې يو رازدار پيدا کړي او د هغه په ذريعه اول د گلرخ او بيا د محمد امين خان په زړه کې خپل ځای پيدا کړي‪ .‬د‬
‫ډېر فکر نه پس هغه د دې کار دپاره خپله خور صفيه غوره وگڼله‪ ،‬يو خو د خپلې خور نه خواخوږې او پرده پوښه بله ممکنه‬
‫نه وه او بيا د هغې په ذريعه د گلرخ سره مالقات هم څه گرانه خبره نه وه‪ .‬هر څو که صفيه د هغه کشره وه‪ ،‬خو دا يو داسې‬
‫کار دی‪ ،‬چې د اظهار په وخت کې ارومرو شرم او حيا د ژبې لمن نيسي‪ .‬خير هر څه چې و‪ ،‬خو اخر ي وه ورځ هغ ه د زړه‬
‫واگې کلکې ونيوې او د صفيې کمرې ته ورغی‪ ،‬صفيې د س حر لم ونځ ک ړی وه او ال تراوس ه پ ه مص لی ناس ته وه‪ ،‬پ ه دې‬
‫وخت کې يې دعا کوله‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬صفيې خورکۍ! ته خو اوس پوره نمونځ گذاره شوې يې‪ ،‬ځکه درنه اوس ادې او باب ا خوش حاله دي‪ .‬ص فيې د‬
‫دعا السونه په مخ راښکل‪ ،‬جای نماز يې څنډ واهه او ويې ويل‪(( :‬دادا! دا ټول د گلرخ برکت دی))‪ ،‬دا خبره څه وه‪ ،‬غشی په‬
‫نښه ولگېد‪ ،‬د اکبرخان حوصله زياته شوه‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ښه نو ستا په خيال کې گلرخ دومره برکتي ده؟‬

‫صفيې يو الوتونکی نظر په خپل ورور واچوه‪.‬‬

‫‪100‬‬
‫صفيه‪ :‬ولې نو دادا! ستا ال په دې کې شک دی څه؟‬

‫اکبرخان‪ :‬زما خيال دی‪ ،‬چې هغې درباندې څه جادو کړی دی‪ ،‬گنې په دومره لږه موده کې خو ‪...‬‬

‫صفيه‪ :‬په ما خو يې جادو کړې‪ ،‬خو دادا ته چې هر وخت دومره گلرخ يادوې‪ ،‬نو چرته په تا يې هم جادو نه وي کړی؟‬

‫د دې سره صفيه په خندا شوه‪ ،‬د اکبرخان د سترگو باڼه ښکته شول‪ ،‬ي و بې ق رار اس وېلی يې خ ولې ت ه راغی‪ ،‬خ و ي وه‬
‫سپکه خندا کې يې خور کړ‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬صفيې خورکۍ! يوه خبر درته وکړم؟‬

‫صفيه په مطلب پوهه وه‪ ،‬مسکۍ شوه او په مسکا کې يې ورت ه د اثب ات س ر وخوځ اوه‪ ،‬پ ه دې وخت کې د خوش حالۍ‬
‫نسيم د هغې د ښايست گل داسې وغوړاوه او د ځوانۍ شمعې يې داسې رڼ ا وک ړه‪ ،‬چې د جنت ح ورې ب ه يې پ ه مخ پتنگ انې‬
‫شوې وی‪ .‬هغه پوه شوې وه‪ ،‬چې د هغه ورور د ټول عمري ژوند د ملگرتيا دپاره گلرخ غوره ک ړې ده او دا انتخ اب د هغې‬
‫ډېر خوښ و‪ .‬د پښتنې خور په خيال کې د خپ ل مش ر ورور د واده ډن گ ډون گ او د م ور او پالر خوش حالۍ وگرځې دې‪،‬‬
‫خور چې د ورور واده ته څومره خوشحالېږي‪ ،‬ښکاره خبره ده‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬نه دادا! زه دې خبره نه اورم‪.‬‬

‫اوس نو هغه په کټ کټ په خندا شوه‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ته اوس ټوکې ټکالې پرېږده‪ ،‬خبره مې واوره!‬

‫صفيې په مسکو مسکو سترگو چې د پاکې او پښتنې مينې اوښکې پکې په گډا وې‪ ،‬اکبرخان ت ه وکت ل او ويې وي ل‪ :‬ښ ه‬
‫ده‪ ،‬ووايه نو!‬

‫اکبرخان د خبرې رو گودر جوړولو ته غاړه تازه کړه‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬خورکۍ! خبره دا ده‪ ،‬چې ‪ ...‬گلرخ ‪...‬‬

‫بيا يې غاړه تازه کړه‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬په تا ډېره گرانه ده او اوس يې څه بند تړل پکار دي‪ ،‬همدغه دې ويل کنه؟ او د دې خبرې سره بيا په خندا شوه‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬وشوه‪ ،‬په خپله پوهه يې نو‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬نو بس هم نن مې رابللې ده‪ ،‬اوس به که خير وي‪ ،‬د گل اندامې بي بي سره راشي‪.‬‬

‫د اکبرخان په اننگو کې د خوشحالۍ وينه وگرځېده‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬نو خورکۍ! که زه ورسره يو دوه خبرې وکړم او د هغې په خياالتو ځان پوه کړم‪ ،‬څه حرج به وي؟‬

‫ص فيه‪ :‬بې غم ه اوس ه دادا! هغ ه س تا ن ه پ رده کل ه ک وي‪ ،‬خ و زه اميد ک وم‪ ،‬چې س تا او د هغې مالق ات ب ه د‬
‫دوه وو پاکو او سپېڅلو پښتنو مسلمانانو مالقات وي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬خورکۍ! چې خيال دې بدل نه شي‪ ،‬د پاکې پښتنې مينې باز ته د هوس کارغان نه شي نزدې کيدی‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬نو بس نوره هېڅ ويره نه شته‪.‬‬

‫‪101‬‬
‫خور ورور ال په دې خبرو کې وو‪ ،‬چې د موټر هارن واورېده شو‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬هغه ده راغله! ورځ ه ت ه به ر‪ ،‬چې زه يې دنن ه راولم‪ ،‬اکبرخ ان پ ه من ډه من ډه بهرت ه ورغی‪ ،‬گل رخ د م وټر ن ه‬
‫کوزېده‪ ،‬چې ستړي مشي يې ورته ورکړه‪ ،‬هغې په ځوړند سر ستړي مشي واخسته او د گل اندامې سره روانه شوه‪ .‬اکبرخان‬
‫حجرې ته الړ او صفيه د گلرخ سره تر غاړه شوه‪ .‬حليمې دواړه طرفه ښکل کړه‪ ،‬يو ساعت خبرې اترې وشوې او بيا صفيه‬
‫د گلرخ سره خپلې کمرې ته الړه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬خير خو و‪ ،‬صفيې څرنگه دې راوبللم‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬زما نيت دی‪ ،‬چې السنيوی درنه وکړم‪.‬‬

‫دا خبره صفيې په داسې حال کې وکړه‪ ،‬چې يو الس يې د گلرخ په غاړه کې اچ ولی و او د ب ل الس پ ه گوت ه يې ج ای‬
‫نماز ته اشاره کوله‪ ،‬گلرخ په خندا شوه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬اوس دې د خپلې کمرې کمي پوره کړه‪ ،‬خو ستا د مغربي طرز په دې کمره کې جای نم از داس ې ښ کاري‪ ،‬لک ه‬
‫زمونږ د وطن يو شډل غلجی د لېنن په پارلمېنټ کې ‪.‬‬

‫صفيه مسکۍ شوه‪ ،‬گلرخ يې په يوه کرسۍ کېنوله او ويې ويل‪ :‬ن ه! زه ب ه دا ووايم‪ ،‬چې ي و غ ازي د کف ارو پ ه لښ کر‬
‫ورگډ شوی وي‪ ،‬اميد دی‪ ،‬چې څه به مسلمانان کړي او څه قتل‪ ،‬خو ما درته دا ويل‪ ،‬چې ته مې السنيوي دپاره رابللې يې‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬شريرې صفيې! چې څوک السنيوی کوي‪ ،‬نو پير ځان ته راغواړي‪ ،‬که پير پسې په خپله ځي؟‬

‫صفيه‪ :‬څه نورې خبرې هم دي‪ ،‬چې د هغو تعلق د دې قسمه السنيوي سره نشته‪ ،‬خو ډېره ښه شوه‪ ،‬چې دا خبره راته په‬
‫موقع راياده شوه‪ ،‬په دې مې پوهه کړه‪ ،‬چې دا پيري ُمريدي څرنگه کار دی؟‬

‫گلرخ‪ :‬چې څومره ښه کار دی‪ ،‬نو هومره دې خلکو بد کړی دی‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬څرنگه؟‬

‫گلرخ ‪ :‬که د پير نيولو منشاء دا وي‪ ،‬چې مريد خدای ته نزدې شي‪ ،‬نو زه د دې قايله يم‪ ،‬ځکه چې زمونږ پخوانو تابعينو‬
‫او تبع تابعينو هم پيري مريدي کوله او که د نن پرون پيري مريدي وايې‪ ،‬نو هغه زما خوښه نه ده‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ښه نو ستا په خيال کې نن پرون له سره ښه پيران شته دي نه؟‬

‫گلرخ‪ :‬ولې به نه وي‪ ،‬خو د بدو پيرانو دومره کثرت دی‪ ،‬چې هغه نېک هم پکې ورک دي‪ ،‬حکم په کثرت کېږي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬که څوک د شريعت نه واقف وي او پيرونه نيسي‪ ،‬نو څه حرج شته؟‬

‫گلرخ‪ :‬هيڅ حرج نشته‪ ،‬خو دومره به ووايم‪ ،‬چې ځينې خبرې بغير د استاد نه هيچرې نشي زده کېدی‪ .‬پيري او مري دي‬
‫په حقيقت کې يو فطري کار دی او په ټول کاينات کې دا سلسله روانه ده‪ .‬که څوک يې مني که نه‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ښه! دا خو دې عجيبه خبره وکړه‪ ،‬دا به څرنگه وي؟‬

‫گلرخ‪ :‬په چا کې چې ځينې صفتونه او قوتونه ډېر وي‪ ،‬نو د لږو او کمو صفتونو خاوندان فطرتا ً هغه ته محتاج وي او د‬
‫خپلې کمۍ د پوره کولو دپاره د هغه متابعت کوي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬لکه ما چې ستا متابعت شروع کړ‪.‬‬

‫‪102‬‬
‫او ورسره په خندا شوه‪ ،‬گلرخ هم مسکۍ شوه او د خپلې خبرې سلسله يې شروع کړه‪ ،‬داسې يې وگڼه‪ ،‬ولې بني أدم له يو‬
‫قسمه صورت پرست هم دی‪ ،‬ځکه چې د خدای تص ور د هغ ه پ ه ذهن کې ن ه راځي او هللا تع الی چې چرت ه د خپ ل ذات ي ا‬
‫صفت ذکر کړی دی‪ ،‬نو په هغو مصطلحاتو کې يې کړی دی‪ ،‬کوم چې د انس ان دپ اره اس تعمالېدی ش ي‪ ،‬مثالً دا چې خپ ل‬
‫الس او خپل نفس يې بيان کړی دی‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬دا د څه دپاره؟‬

‫گلرخ‪ :‬د دې دپاره چې د هللا تعالی د صحيح معرفت نښانې پوره پوره د انسان نه سوا بل په يو مخلوق کې هم ښکاره ن ه‬
‫دي او يوازې انسان هغه مخلوق دی‪ ،‬چې د هغه د وجود نه د خالق په وجود پوره پوره رڼا غورځېدی شي‪ ،‬همدغه وجه ده‪،‬‬
‫چې انسان صورت پرست دی‪ .‬انسان په انسان کې په وجداني طور هغه څه محسوس کوي‪ ،‬کوم چې هغ ه د خ دای پيژن دگلو‬
‫ته تياروي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ښه نو پخوانو خلکو به د لمر‪ ،‬سپوږمۍ او دا قسمه د نورو څيزونو عبادت ولې کولو؟‬

‫گلرخ‪ :‬په هغه وخت کې د انسان عقل ماشوم و‪ ،‬د هغه ډېره توجه ځان ته نه‪ ،‬بلکې خارج ته وه‪ ،‬هغه ته لم ر‪ ،‬س پوږمۍ‬
‫او نور مظاهر د ډېرو لويو صفتونو او قوتونو خاوندان ښکارېدل‪ ،‬دا هغه فطري تقاضا وه‪ ،‬کومه چې هر انس ان کې ده‪ ،‬چې‬
‫هغه لټون کوي‪ ،‬تا فکر نه دی کړی‪ ،‬چې انسان هيچرته مدامي سکون او اطمينان نه مومي‪ ،‬د دې وجه دا ده‪ ،‬چې ترڅو هغې‬
‫نقطې ته نه وي رسېدلی‪ ،‬د کومې نه چې د هغه د تخليق ابتدا شوې ده‪ ،‬هيچرې به اطمينان حاصل نه کړي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ښه نو دا صورت پرستي ‪...‬‬

‫گلرخ‪ :‬زه خپلې خبرې ته راځم صفيې! څومره چې زمانه تېرې ده‪ ،‬د انس ان عق ل ځوانې ده‪ ،‬اس الم چې راغی‪ ،‬ن و هغ ه‬
‫وخت انساني عقل بالکل ځوان و او هغه د خالص توحيد دپ اره تيار و‪ ،‬څرنگ ه چې اوالد ځ وان ش ي او پس ته د پالر ميراث ه‬
‫ورکول کېږي‪ ،‬دغه شان انسان ته هم توحيد خالص ورکړی شو‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬نو اوس خو انسان صورت پرست نه دی پکار‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬نه صفيې! اوس هم صورت پرست دی‪ ،‬ليکن د پخوا په ش ان ص ورت خپ ل مقص د ن ه گ ڼي‪ ،‬بلکې ي و ب رزخ يې‬
‫گڼي‪ ،‬پوهه شوې ؟‬

‫صفيه‪ :‬پوهه شوم‪ ،‬پوهه شوم! مطلب دا شو‪ ،‬چې په اسالمي تصوف کې پيرمقصد نه دی‪ ،‬بلکې پير ي و ب رزخ دی‪ ،‬چې‬
‫څه له خدايه راځي‪ ،‬د هغه په الراځي او مريد ته ترې فايده رسي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬بس همدغه خبره ده‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ښه شوه چې ته مې السنيوي دپاره راوبللې‪ ،‬د السنيوي په مقصد هم پوهه شوم‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬او هغه نورې خبرې کومې دي‪ ،‬چې دا قسمه السنيوي سره تعلق نه لري‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬اول خو به د السنيوي کار خالص کړو کنه!‬

‫گلرخ ‪ :‬د لطيفه بېگم بيعت دې جوړ فسخ کړ‪.‬‬

‫په دې خبره دواړو بې اختياره وخندل‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ستا توجه د هغې نه زوروره ثابته شوه‪.‬‬

‫‪103‬‬
‫گلرخ‪ :‬خير! د السنيوي دپاره ډېر وخت دی‪ ،‬هغه نورې خبرې‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬هن !! هو! خو پرېږده‪ ،‬بيا به گورو‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ته گوره چې اوس شرارت کوي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ته اوس زما پيره يې‪ ،‬که چرته خفه شوې‪ ،‬نو بيا به راباندې د لطيف ه بېگم اث ر زي ات ش ي‪ .‬گل رخ مس کۍ ش وه‪،‬‬
‫داسې ښکارېدل‪ ،‬چې هغه د صفيې په مطلب پوهه شوې وه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬پروا مه کوه‪ ،‬ته دې خپله خبره وکړه‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬خبره دا ده‪ ،‬چې ‪ ...‬گوره کنه ‪ ...‬چې بيا ‪...‬‬

‫گلرخ‪ :‬وشوه‪ ،‬خدای خبر چې څه بال دې په زړه وي‪ ،‬زه هډو ستا خبرې ته غوږ نه ږدم‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬هسې نن اکبرخان دادا څه ويل چې ‪...‬‬

‫د گلرخ اننگي سره شول‪ ،‬په مخ يې د حيا خوله راغله‪ ،‬سر يې ښکته کړ‪ ،‬ص فيه زړوره ش وه‪ ،‬پ ه خن دا خن دا يې الس د‬
‫هغې په څټ کې واچوه‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬د دادا په نوم دې مخ څرنگه خوله وکړه!‬

‫گلرخ‪ :‬او ستا خپل مخ هېر شو‪ ،‬چې د سليم الال تصوير ته دې کتل‪ ،‬په خوله کې ډوب نه وې‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬نو بس ودې منله‪ ،‬چې ستا دا خوله هم بې ځايه نه ده‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬لکه چې ستا بې ځايه نه وه ‪...‬‬

‫صفيه‪ :‬گلرخ! خوږې خورې! ته خبره يې‪ ،‬چې د دادا مې ستا په مينه کې څه حال دی؟‬

‫گلرخ‪ :‬ښه دې وويل‪ ،‬اوس مې بهر وليد‪ ،‬زما په غم کې د تيلي په څېر وچ شوی دی‪.‬‬

‫صفيه مسکۍ شوه او د هغې يقين وشو‪ ،‬چې د گلرخ هم د هغې د ورور سره مينه شته‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬هغه د اميد په نسيم تازه دی‪ ،‬خدای دې نه کړي‪ ،‬که نا اميده شو‪ ،‬نو بيا به يې وگورې‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬نو معلومه دا شوه‪ ،‬چې زه دې هم د دې دپاره رابللې وم‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬حاشا و کالّ! خدای دې نه کړي‪ ،‬دا خبره خو ماته نن‪ ،‬بلکې اوس په دې ساعت دادا کړې وه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬هغه دا خبره ځرنگه کولی شوه‪ ،‬شرمېده نه؟‬

‫صفيه‪ :‬زما نه به ولې شرمېده‪ ،‬هغه مشر دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬نو ته خو هم زما نه کشره يې‪ ،‬داسې بې ادبي دې ولې وکړه؟‬

‫صفيه‪ :‬ستا ډېرې مهربانۍ بې ادبه کړې يم!‬

‫گلرخ ال څه ويلي نه وه‪ ،‬چې د کمرې دروازه ورو ورو و ټکېده‪.‬‬

‫‪104‬‬
‫گلرخ‪ :‬څوک غږ کوي جوړ!‬

‫صفيه‪ :‬څوک يې؟‬

‫اکبرخان دروازې ته والړ و‪ ،‬ورو يې د بهر نه غږ وکړ‪ ،‬زه يم‪.‬‬

‫صفيې په مسکو سترگو گلرخ ته وکتل او بيا يې وويل‪(( :‬ولې دادا څه وايې؟))‬

‫اکبرخان‪ :‬بابا مې شته؟‬

‫صفيه‪ :‬هو دلته دی‪ ،‬راشه!‬

‫گلرخ د مالمت په يو مسکي مصنوعي نظر صفيې ته وکتل‪ ،‬ځان يې په لوپټه کې ونغښت‪ ،‬خوله يې پټه ک ړه او د ن اوې‬
‫په شان په خپل ځای کښېناسته‪ .‬اکبرخان پښه نيولی غون دې کم رې ت ه را نن وت‪ ،‬د هغ ه عجيب ه کيفيت و‪ ،‬الس ونه پښ ې يې‬
‫رپندي اخيستي وو او د خولې نه يې غږ نه ووت‪ ،‬په يو کرسۍ کښېناست او له شرمه يې ځمکې ته کتل شروع کړل‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬دادا وايه کنه!‬

‫اکبرخان‪ :‬څه به وايم؟‬

‫صفيه‪ :‬گلرخ ته وايه!‬

‫گلرخ له شرمه سر ښکته کړی و‪ ،‬ورو يې وويل‪(( ،‬بابا يې نشته‪ ،‬نو څه ووايي؟)) صفيه په خندا شوه او د خپل ځ ای ن ه‬
‫پاڅېده‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬زما خيال دی‪ ،‬چې زه درته قهوه راوړم‪ ،‬اوس به تياره وي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬خو زر راځه‪ ،‬چې گلرخ خفه نه شي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ما د السنيوي دپاره رابللې ده‪ ،‬ولې به خفه کېږي‪.‬‬

‫دا يې وويل او د کمرې نه ووته‪ ،‬يو ساعت په کمره کې چپه چپيا وه‪ .‬بيا اکبرخان سر راپورت ه ک ړ‪ ،‬د هغ ه پ اکو پښ تنو‬
‫جذباتو د ښايست د رعب زنځيرونه وشلول او ويې ويل‪(( :‬گلرخ که ته خفه کېږې نه! نو زه به درته څه عرض وکړم))‪.‬‬

‫گلرخ په خپل ځای داسې حرکت وکړ‪ ،‬لکه غنچه چې د نسيم په چپه خن دنی ح رکت وک ړي‪ ،‬خ و هېڅ ځ واب يې ورن ه‬
‫کړ‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬که ما دلته په راتگ غلطي کړې وي‪ ،‬نو زه به دا وگڼم‪ ،‬چې ړندې‪ ،‬ولې پاکې سپيڅلې پښ تنې مينې ي و تين دک‬
‫وواهه‪ ،‬زه به معافي وغواړم او الړ به شم!‬

‫د دې سره اکبرخان د پاڅېدو هڅه کوله‪ ،‬چې گلرخ د مينې نه ډکې ځلېدونکې سترگې پورته کړې‪ ،‬د اکبرخ ان پ ه زړه‬
‫يو تندر پرېوت‪ .‬د هغې په سترگو کې د مينې سپېڅلې او پاکې قص ې وې‪ ،‬د اکبرخ ان ټول ه خوش حالي س ترگو ت ه راغون ډه‬
‫شوه او د ځان سره يې يو څو ځلېدونکې او ښکې هم راوستې‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬گلرخ! گرانې گلرخ! زما ژوند ستا د مينې په ټال ختلی دی‪ ،‬دا اوس ستا دی‪ ،‬چې څه ورسره کوې؟‬

‫گلرخ‪ :‬زه ستا د مينې قدر کوم خو ‪...‬‬

‫‪105‬‬
‫د اکبرخان په مخ د خوشحالۍ سرخي وگرځېده‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬دا (خو) مې پکې خوښه نه شوه‪.‬‬

‫گلرخ سر ښکته کړ‪ ،‬هغې د خپل مطلب د ظاهرولو دپاره الفاظ لټول‪ .‬اکبرخان د هغې په مطلب پوه و‪ ،‬خ و ل ه قص ده يې‬
‫څه نه ويل‪ ،‬مسکی مسکی کېده او غوښتل يې‪ ،‬چې گلرخ ورسره ډېرې خبرې وکړي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬خو دا چې قدر همېشه د پاکې مينې ک ېږي‪ ،‬بيا پ ه دې کې د م ور او پالر د رض ا اړخ هم ډې ر زي ات اهميت‬
‫لري‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬زه ستا دا پاکې او معصومې سترگې گواه کوم‪ ،‬چې زما مينه بالکل پاکه ده‪ ،‬پاتې شوه‪ ،‬د مشر خان او د سليم د‬
‫رضا خبره‪ ،‬نو په دې هکله به څه ووايم‪ ،‬چې هغوی په دې خوښ نه وي‪ ،‬نو دا به زما بدنصيبي وي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬صفيې وخت ډېر تېر کړ‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬زه ورپسې الړ شم؟‬

‫گلرخ‪ :‬نه خير دی‪ ،‬رابه شي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬که يو ساعت نوره هم رانه شي‪ ،‬نو څه حرج دی؟‬

‫گلرخ مسکۍ شوه‪ ،‬بيا يې سترگې ښکته شوې او د لوپټې پيڅکه يې په خوله کې ونيوه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬هو کنه ورور خور ښکار ته پوره جال خور کړی دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ورور يې ال پخوا په غبرگو گېر دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬توبه خدايه! دا سړي څومره مکار دي‪ ،‬هم په داسې خبرو ساده س اده جينکۍ تېرباس ي او عجيب ه دا چې مک ارې‬
‫هم ښځو ته وايي!‬

‫اکبرخان‪ :‬چا څخه چې د مټو طاقت نه وي‪ ،‬هغوی ته خدای د خپل حفاظت دپاره د مکر وسله ورکوي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬د مکر نه ستا مراد څه دی؟‬

‫اکبرخان‪ :‬تدبير‪.‬‬

‫د گلرخ په مخ د مصنوعي خفگان ښکاره شوي اثرات په يوه ښکلې مسکا کې ورک شول‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬که دا دې نه وای ويلي‪ ،‬نو جنگ به مې درسره کړی وه‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬او هغه جنگ به هم په مکري وسلو وه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬خير نو چې ته ښځې څومره کمزورې گڼې‪ ،‬نو هومره نه دي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬او بيا په تېره زما دپاره‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ستا دپاره ولې؟‬

‫اکبرخان‪ :‬ځکه چې يو ساعت اگاهو مې ستا په مخکې چوڼ هم نه شو کولی‪.‬‬

‫‪106‬‬
‫گلرخ په لوپټه مخ پټ کړ او د کمرې فضا په يوه سندريزه خندا ډکه شوه‪ .‬اکبرخان پ ه دې ډې ر خوش حال و‪ ،‬چې د هغ ه‬
‫يوې معمولي خبرې گلرخ دومره خوشحاله کړه‪ .‬د دې خبرې احساس د هغه مستي او ښايست ټول سترگو ته راغونډ ک ړل‪ ،‬د‬
‫هغه د مينې پارولي نظر د گلرخ د سر نه طواف کاوه‪ .‬هغه دومره بې ق رار و‪ ،‬چې داس ې معلومې ده‪ ،‬چې اوس دا دی پ اڅي‬
‫او د گلرخ نه الس تاووي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ستا دا مهربانۍ به ما ډېر بې ادبه کړي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬لکه ستاسو مهربانو چې صفيه گستاخه کړې ده‪.‬‬

‫د کمرې دروازه بيرته شوه او صفيې خپل سر رادننه کړ‪ ،‬هغې په ي و خن دني ولې ش رير نظ ر دواړو م ئينو ت ه وکت ل او‬
‫ويې ويل‪(( :‬ما خو به ستاسو په خبرو کې حرج نه وي راوستلی؟ او دا زما غيبت دې ولې کولو خورې؟))‬

‫اکبرخان‪ :‬ويل يې‪ ،‬چې صفيه موگستاخه روږدې کړې ده‪.‬‬

‫صفيه مسکۍ شوه‪ ،‬په دننه راتلو راتلو کې يې ويل‪ :‬رښتيا؟ خ ورې زه گس تاخه يم؟ خ و خ ير دا خ برې ب ه بيا ک ېږي‪،‬‬
‫واخلئ‪ ،‬قهوه وڅښئ او زه ځم‪ ،‬چې تازه اخبار درته راوړم‪ ،‬د محبوبې نظم وگورئ!‬

‫د محبوبې په نوم د گلرخ او اکبرخان دواړو د خولې نه بې اختياره ((د محبوبې؟)) وختل‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬هو! ډېر ښه نظم دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬عنوان يې څه دی؟‬

‫صفيه‪ :‬زما مجبورۍ‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬رښتيا يې ويلي دي‪ ،‬هغه خواره مجبوره وه‪ ،‬افسوس! يوه بې بها مرغلره زمونږ د الس نه ووته‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬او هم په دې اخبار کې د گلرخ د ورور هغه خط هم راغلی دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬هغه د محبوبې په نوم د واپس راتلو خط؟‬

‫صفيه‪ :‬هو! هم هغه!‬

‫اکبرخان‪ :‬ځه (‪ ) 16‬کنه! ښه وشوه‪ ،‬چې خط چاپ شو‪ ،‬خو خدای خبر چې هغه به چرته وي؟‬

‫گلرخ‪ :‬الال (‪ )17‬ويل‪ ،‬چې پالر ورپسې الهور ته تلونکی دی؟‬

‫اکبرخان‪ :‬الهور دې ياد کړ‪ ،‬ته به خبره يې چې زه په خپله هم الهور ته روان يم‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬د څه دپاره دادا؟‬

‫اکبرخان‪ :‬ماته د خاکسار جماعت د امير حکم راغلی دی‪ ،‬هلته به زمونږ کمپ وي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬هو! سليم الال ويل‪ ،‬چې (عالَّمه مشرقي) اوس د حکومت سره تندی جنگول غواړي‪ ،‬خو خدای دې خ ير ک ړي‪ ،‬د‬
‫حکومت سترگې هم برندې غوندې ښکاري‪.‬‬

‫‪16‬‬
‫‪ -‬اصل‪ :‬ځا‪.‬‬
‫‪17‬‬
‫‪ -‬اصل‪ :‬الله‪.‬‬

‫‪107‬‬
‫صفيه‪ :‬د اخبارونو هم دغه رايه ده‪ ،‬چې د حکومت او خاکسارانو ترمينځه جگړه کېدونکې ده‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬گلرخ! سليم د څه نه دا ويل‪ ،‬چې عالَّمه مشرقي د حکومت سره تندی جنگول غواړي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬هغه ويل‪ ،‬چې يوه سياسي ډله هم تر هغه د عامو خلکو په زړه کې ځای نه شي پيدا کولی‪ ،‬ترڅ و يې چې قرب اني‬
‫نه وي ښکاره کړې او د دې کار دپاره عالَّمه صاحب د تېر شوي اسالمي تاريخ اعاده کول غواړي‪ ،‬چې د هغوی تحريک د‬
‫مسلمانانو په نظر کې يو خالص اسالمي تحريک ثابت شي‪.‬‬

‫اکبرخان مسکۍ شو او ويې ويل‪(( :‬څرنگه اعاده؟))‬

‫گلرخ‪ :‬الال مې ويل‪ ،‬چې هغوی به د قربانۍ دپاره ړومبنی ټولی د درې سوه ديارلس خاکسارانو لېږي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬دا د څه دپاره؟‬

‫گلرخ‪ :‬چې د بدر د غازيانو سره يې مشابهت پيدا شي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬يره دا خو يې پوره د عمل دستور جوړ کړی دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬خو د الال مې خيال دی‪ ،‬چې عالَّمه صاحب خپل تحريک نه شي کاميابولی‪)18( .‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ولې؟ په څه؟‬

‫گلرخ‪ :‬الال وايي‪ ،‬څومره چې د عالَّمه صاحب علمي قوت دی‪ ،‬هومره پکې د ارادې پخلی او د قربانۍ م اده نش ته او پ ه‬
‫سياسي کارونو کې د علم نه زيات ضرورت د قربانۍ وي او بيا په دې موق ع الال د باچ ا خ ان مث ال راک ړی وه او هغ ه دا‪،‬‬
‫سره د دې چې باچا خان د عالَّمه مشرقي په مقابله کې په علمي لح اظ اوچت ن ه دی‪ ،‬خ و د قرب انۍ م اده پکې ډې ره ده او د‬
‫فوالدي ارادې خاوند دی او همدغه وجه ده‪ ،‬چې هغه د ناکامۍ په حالت کې هم يو کامياب ليډر دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬د سليم فلسفيانه نظريې به څوک سرته ورسوي؟ خو زه به خامخا ځم‪ ،‬ک ه گ ور گ ران دی‪ ،‬د م ړي ناک ام دی‪.‬‬
‫ستاسو نه آگاهو هم په دې خبره ماسره سليم بحث کړی دی‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬دادا! ما ته خو دا ټول سياسي ټولي د هلکانو لوبې ښکاري‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬په اول کې هر سياسي کار همداسې لوبې ښکاري‪ ،‬خو اخر ترې ډېرې لويې لويې نتيجې وځي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬د هندوستان د سياسي ټولگو نه د پښتون ملت په حق کې هيڅ مفيده نتيجه نه شي وتی‪ ،‬پښتانه لگيا دي‪ ،‬پ ه پ ردي‬
‫وير کې تڼۍ شلوي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬زما درسره اتفاق دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬گوره چې دواړه راته يو شوئ‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬هر څوک د حق ملگرتيا کوي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬خير! په دې خبره خو مونږ لږ لږ سليم قايل کړي يو او اميد دی‪ ،‬چې زه د الهور نه راستون شم‪ ،‬ن و څ ه ک ار‬
‫به شروع کوو‪ ،‬خو گلرخ ته دا ووايه‪ ،‬چې په دې سياسي ټولگو کې د پښتنو فايده ولې نشته؟‬

‫‪18‬‬
‫‪ -‬اصل‪ :‬کامياب کولی‪.‬‬

‫‪108‬‬
‫گلرخ‪ :‬ځکه چې پښتون خپل قامي او سياسي ټولی يو هم نه لري‪ ،‬يو خدايې خدمتگار و‪ ،‬هغه هم په ک انگرس کې ش امل‬
‫شو‪ ،‬که هندوستان د فيرنگي نه آزاد شي‪ ،‬نو د هندو حک ومت ب ه ش ي او پښ تون ملت ب ه د هن دو اک ثريت د الن دې راش ي‪ ،‬د‬
‫پښتون خپل قامي او سياسي ژوند نه شي جوړ يدی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬نو ته د پښتون ښېگڼه په دې کې گڼې‪ ،‬چې هغه ځان نه ج دا د ي وې نيمې خښ تې جم اعت ج وړ ک ړي؟ او د‬
‫خواوشا دښمنانو ته يوازې پاتې شي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬زه دا خو نه وايم‪ ،‬چې هغه دې د اجتماعي ژوند نه ځان راکاږي‪ ،‬په دنيا کې د ملتونو د يو بل سره سياس ي اتح اد‬
‫د ژوند دپاره ضروري دی‪ ،‬خو بايد چې پښتون اول خپل کور جوړ کړي او بيا په آزاد حيثيت د حاالتو د مطالعې ن ه پس ق دم‬
‫پورته کړي او که داسې يې ونه کړل او ځان يې په چا پورې وتړلو‪ ،‬نو چې څرنگه اوس دی‪ ،‬همدغه شان به پ اتې ش ي‪ ،‬پس‬
‫مانده او خور وورقام ته يوه معاشره هم په ځان کې اهم مقام ورکولو ته تياره نه وي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬زما درسره پوره پوره اتفاق دی او زه نن بيا دادا ته درخواست کوم‪ ،‬چې د خاکس ار تحري ک ن ه مس تعفي ش ي‪ .‬د‬
‫اکبرخان په مخ د غصې سرخي ښکاره شوه‪ ،‬د سترگو نه يې د غيرت او مېړانې بڅري په الوت و ش ول‪ ،‬ورم ېږ يې هس ک‬
‫شو‪ ،‬گلرخ صفيې ته د چپ کېدو اشاره وکړه‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬دا څه خبرې کوې‪ ،‬صفيې! د پښتون نامه سپکه کړم؟ اوس چې په خاکس ارانو د امتح ان وخت راغلی دی‪ ،‬ن و‬
‫ترې جدا شم؟ دا هيچرې نه شي کېدی‪.‬‬

‫صفيه چپ شوه او ځان ته يې د قهوې نه پياله ډکه کړه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬زما خيال دی‪ ،‬چې زه اوس الړه شم‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬دومره زر؟‬

‫گلرخ‪ :‬نن مې يوه بله خدمتگاره را بللې ده‪ ،‬که هغه راغلې وي‪ ،‬نو انتظار به کوي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬سليم کور کې دی؟‬

‫گلرخ‪ :‬هو الال مې په کور کې دی‪ ،‬خو د خدمتگارې خوښول زما په ذمه دي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ډېره ښه ده‪ ،‬نو راځه!‬

‫گلرخ د ځای نه پورته شوه‪ ،‬اکبرخان ورته په ځير ځير کتل‪ ،‬د هغې د هر قدم سره يې زړه جلب کاوه‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬بيا به دې کله صفيه د السنيوي دپاره رابلي؟‬

‫په دې خپله خبره اکبرخان يوه سپکه غوندې خندا وکړه‪ .‬گلرخ برقعه په مخ سموله‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬صفيه‪ ،‬زما هم استاذه وخته‪ ،‬اوس به يې زه د السنيوي دپاره راغواړم!‬

‫اکبرخان په خوشحال نظر گلرخ ته وکتل‪ ،‬صفيه مسکۍ شوه او گلرخ ته تر غاړه شوه‪.‬‬

‫اکبرخان د دواړو نه مخکې بهر ته ووت‪ ،‬يو ساعت پس صفيه او گلرخ هم بهر ته ورغلې‪ ،‬گل اندامه او حليمه ورته پ ه‬
‫دروازه کې بهر والړې وې‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬ولې بچۍ؟‬

‫‪109‬‬
‫گلرخ‪ :‬وشوه‪ ،‬ترور بي بي! اوس به الړه شم‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬د ډوډۍ وخت هم نزدې وه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ترور بي بي مهرباني! ستاسو ډوډۍ خو زما پردۍ نه ده‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬ښه ده نو‪ ،‬بابا ته مې دې سالم او سليم بچي ته دعا ووايه! په مخه دې ښه!‬

‫گلرخ‪ :‬چار دې ښه شه ترور!‬

‫بهر موټر سره اکبرخ ان والړ و‪ ،‬چې گل رخ راغل ه او م وټر ت ه وخت ه او چې م وټر روان ش و‪ ،‬ن و د اکبرخ ان الس بې‬
‫اختياره تندي ته هڅه وکړه‪ ،‬گلرخ هم د برقعې نه ي و ښ کلی س پين الس راووېس ت او پ ه تن دي يې کيښ ود او م وټر د ک ور د‬
‫شېرازۍ نه بهر ووت‪ .‬په لږ ساعت کې گلرخ د خپل کور په شېرازۍ کې د موټر نه کوزه شوه‪ .‬سليم د حجرې نه راووت‬
‫او د گلرخ سره کور ته روان شو‪ ،‬چې د گلرخ کمرې ته ورسېدل‪ ،‬گلرخ په برقعه ل رې کول و ل رې کول و کې تپ وس وک ړ‪:‬‬
‫هغه نوې خدمتگاره ال نه ده راغلې؟‬

‫سليم‪ :‬نه ال نه ده راغلې‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬اکبرخان او مور يې سالم کاوه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬جوړ وو؟‬

‫گلرخ‪ :‬هو! جوړ وو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬دغه جوړه وه‪ ،‬هغه ‪ ...‬څه نوم يې دی؟ هغه د اکبرخان خور!‬

‫گلرخ مسکۍ شوه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬صفيه!‬

‫سليم‪ :‬هو هو صفيه!‬

‫گلرخ‪ :‬بالکل جوړه وه‪ ،‬سالم يې درته کاوه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬دروغ!‬

‫گلرخ‪ :‬دروغ نه رښتيا! خو خبر يې الال! ستا هغه د خط مضمون په اخبار کې راغلی دی‪ ،‬م ونږ هلت ه داس ې پ ه خ برو‬
‫شوو‪ ،‬چې هډو ومو نه لوست‪ ،‬خو صفيې لوستی دی‪ ،‬په هغه کې د محبوبې يو تازه نظم هم دی‪( ،‬زما مجبوري)‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ښه ده کنه! وبه يې گورم‪ ،‬خو زما اخبار ال نه دی راغلی؟‬

‫گلرخ‪ :‬او بله خبره دا ده‪ ،‬چې اکبرخان الهور ته روان دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زه خبر يم‪ ،‬خدای دې خير کړي‪ ،‬ما يو انتظام کړی دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬څه انتظام دې کړی دی الال؟‬

‫‪110‬‬
‫سليم‪ :‬ما او رفيق اراده کړې ده‪ ،‬چې الهور ته ورپسې الړ شو او که ممکنه شوه‪ ،‬چې هلت ه يې بچ ک ړو‪ ،‬ځک ه چې دلت ه‬
‫هغه هيچرې زمونږ نه مني‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬نو تاسو هم روان يئ؟‬

‫سليم‪ :‬يقيناً! او زما تگ خو هسې هم ښه دی‪ ،‬ځکه چې هلته به د مېوې نوي وپاريان پيدا کړم‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬د ابا نه دې پوښتنه کړې ده؟‬

‫سليم‪ :‬د هغوی نه مې اجازت اخيستی دی‪ ،‬عزيز به دلته وي او اکبر به زه د ځان سره بيايم‪ ،‬ډېر وفادار نوکر دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬دواړه ښه دي‪ ،‬بيا دا چې ته به يوازې نه يې‪ ،‬صفيه او مور به يې هم درته ځي راځي‪ ،‬خو درېغ ه چې محبوب ه هم‬
‫دلته وی‪ ،‬خو خير خورکۍ! ته آرام وکړه‪ ،‬زه لږ بهر ته ځم‪ ،‬دا يې وويل او سليم بهر ته ووت‪.‬‬

‫نهم باب‬
‫(اُستاده)‬
‫د رفيق په خيال موجوده تعليمي نصاب هسې هم د پښتون قام د نوخيزو بچو دپاره د زه رو ن ه کم ن ه و‪ ،‬خ و چې د س ليم‬
‫نظريه هم ورته همدغه شان معلومه شوه‪ ،‬نو د هغه پوره تسلي وشوه او هغه چې د خپل خاندان د بچ و دپ اره ک وم نص اب پ ه‬
‫خپله ليکلی و‪ ،‬هغه يې سليم ته د اصالح دپاره ورکړی وه‪ .‬سليم هغه ډېر خوښ کړی و او د معمولي اصالح کول و ن ه پس يې‬
‫رفيق ته واپس ورکړی و‪ .‬خو د ډېرو ورځو راهيسې رفيق د يو قابل استاد په تالش کې و‪ .‬اخ ر پ ه خپ ل گاون ډ کې ورت ه د‬
‫يوې کونډې تعليم يافته ښځې درک معلوم شو‪ ،‬رفيق ته خپلې مور هم د هغې څه ډېر تعري ف وک ړ‪ ،‬د هغې د ښ کلي خ وی او‬
‫روڼ سيرت‪ .‬دفتر يې ورته پرانيست‪ .‬دا ښځه په پېغلتوب کې کونډه شوې وه او اوس د خپلې ترور د لور س ره پ ه اوس ېدو‬
‫مجبوره وه‪ .‬رفيق هم هغه کونډه د خپل خاندان د بچ و د تعليم دپ اره غ وره ک ړه او پ ه ل ږو ورځ و کې د رفيق او د هغې پ ه‬
‫خبرواترو کې آزادي پيدا شوه‪ .‬د رفيق احساسات ب ه اروم رو پ ه ورځ کې ي و ځ ل د هغې د مالق ات دپ اره تخنې دل او چې‬
‫جميله به يې کومه ورځ ونه ليده‪ ،‬نو ټوله شپه به پرې داسې تېره شوه‪ ،‬لکه چې له خوږو خوږو خوبونو يې څه ورک ش وي‬
‫وي‪ .‬جميله استاده هم اسم با مسمی ثابته شوې وه‪ ،‬هلکان او جينکۍ ترې دومره خوشحال وو‪ ،‬چې د رخصتۍ پ ه ورځ ب ه هم‬
‫د هغې کور ته د سبق دپاره ورتلل‪ .‬هغې د خپل روښانه ذهن او ښو اخالقو نه دا خبره ثابته کړې وه‪ ،‬چې کومو بچو ته اس تاد‬
‫يا استاده ((بَو)) ښکاري‪ ،‬هغه د استاد يا استادې د عقل او اخالقو د کمزورۍ نښه وي‪ .‬کله کله به چې د رفيق س ترگې د هغې‬
‫د سترگو سره برابرې شوې‪ ،‬نو رفيق به په هغو نشه سترگو کې د مينې څه ن اپوره قص ې وليدې‪ ،‬خ و هغ ه ب ه زر س ترگې‬
‫ښکته کړې‪ ،‬ځکه چې د هغه خپلو سترگو هم د مينې ل ه ت اوه خ برلوڅي زده ک ړې وه‪ .‬هغ ه ت ه د جميلې ځ يرکي او فراس ت‬
‫معلوم و او هيچرې يې هغې ته دا موقع نه ورکول ه‪ ،‬چې هغ ه د هغ ه د زړه پ ه ژورو کې د مقص د کب ونيس ي‪ .‬ولې مين ه د‬
‫پټېدو څيز نه دی‪ ،‬څومره چې ورځې تېرېدې‪ ،‬د دواړو بې قراري زياتېده‪ .‬دواړه پوهېدل‪ ،‬چې هغوی يو بل ت ه څ ه وي ل‬
‫غواړي‪ ،‬خو د دې د ابتدا کولو زړورتيا د ي و ن ه هم ن ه ش وه کې دی‪ .‬ي وه ورځ چې ماش ومان د خپل و س بقونو پ ه ي ادولو کې‬
‫مشغول وو‪ ،‬رفيق د جميلې مدرسې ته ورغی‪ ،‬جميله په يوې کرسۍ ناسته د اخبار په مطالعه کې مصروفه وه‪ ،‬رفيق د شا له‬
‫ډډې ورغی او چې وې کتل‪ ،‬د هغې په الس کې نوی پښتون و‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬استادې! سالم عليکم‪ ،‬معافي غواړم‪ ،‬ستا په مطالعه کې حرج راغی‪.‬‬

‫جميله د کرسۍ نه پاڅېده او ويې ويل‪ :‬او هو! و عليکم السالم‪ ،‬رفيق صاحب ته يې؟ هيڅ حرج نشته کې نه‪.‬‬

‫‪111‬‬
‫او د دې خبرې سره يې خپله کرسۍ رفيق ته وړاندې کړه‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬نه مهرباني! ته کې نه!‬

‫جميله‪ :‬په اسالم کې د ښځو نه د سړو مرتبه لويه ده‪ ،‬د دې کرسۍ د استعمال حق وړومبی ستا دی‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬هغه د ښځې خاوند خبرې دي‪.‬‬

‫د دې سره رفيق په خندا شو‪ ،‬د جميلې سترگې ښکته شوې او ويې ويل‪(( :‬ما درته د پېرزوينې ست کړی دی))‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬او زه ستا د دې پيرزوينې ش کريه ادا ک وم‪ ،‬ای واخل ه! زه درت ه پ ه دې س ټول کښېناس تم‪ ،‬ت ه تش ريف کې ده‪ ،‬د‬
‫شاگردانو په مخکې ‪...‬‬

‫جميله‪ :‬خير زما شاگردان داسې اموخته نه دي‪ ،‬خو چې ستا خوښه ده‪ ،‬نو زه به کې نم‪.‬‬

‫جميله په کرسۍ کښېناسته‪ ،‬هغه نن د نورو ورځو نه ډېره ښکلې ښکارېده‪ ،‬ال به رفيق د خپلو رنگينو احساس اتو لط افت‬
‫د جميلې په شکل کې ليده‪ ،‬خو رفيق ډېر بې قرار شو‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬دا ((نوی پښتون)) دی؟‬

‫جميله‪ :‬هو! ((نوی پښتون)) دی‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬کله کله پکې د ((وفا)) صاحبې کالم گورې؟‬

‫د وفا په نوم جميلې پوزه بوڅه کړه او ويې ويل‪ :‬زما داس ې جينکۍ خوښ ې ن ه دي‪ ،‬چې خپ ل ش عرونه پ ه اخب ارونو کې‬
‫ورکوي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬ولې؟‬

‫جميله‪ :‬ځکه چې د دې اثر په ډېرو زلمو ښه نه پرېوځي‪ ،‬د دې نه څه نورې خبرې پيدا کيږي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬نه استادې! ته صرف دا ووايه‪ ،‬چې شاعري يې څرنگه ده؟‬

‫جميله‪ :‬شاعري يې بده نه ده‪ ،‬خو زه د سليم شاعري خوښوم‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬سليم خو استاد ُکل دی کنه! هغه خو د شمار نه وباسه او ((وفا)) هم د هغه شاگرده ده‪.‬‬

‫جميله‪ :‬ښه! د هغوی شاگرده ده؟ نو اصالح په کوم صورت ترې اخلي؟‬

‫رفيق‪ :‬د خط په ذريعه! خو پرېږده هغه ستړې قصه ده او عجيبه قصه ده‪.‬‬

‫جميله‪ :‬څرنگه عجيبه قصه ده؟ د ((وفا)) او سليم خو به څه ‪ ....‬د رفيق په تندي د خفگان يوه گونجه ښکاره شوه‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬نه نه! هيچرې نه! سليم چې څ ومره پ ه ش اعرۍ کې بې مث ال دی‪ ،‬د هغ ه ن ه زي ات پ ه ښ ه خ وی او نېکۍ کې‬
‫ساری نه لري‪ ،‬خبره دا وه‪ ،‬چې اول خو به يې د خط په ذريعه ترې اصالح اخيسته‪ ،‬د سليم سره يې ليدل کتل نه وو‪ ،‬خو بيا‬
‫هم هغه ((وفا)) د يوې خدمتگارې په حيثيت د هغه خور گلرخ ته ورسېده او هغې وساتله‪.‬‬

‫جميله‪ :‬دا څه د محبوبې د کړه قصه ده؟ زه خو هډو پرې پوهه نه شوم؟‬

‫‪112‬‬
‫رفيق‪ :‬هډو نوم يې هم د ځان دپ اره محبوب ه غ وره ک ړی و‪ ،‬پ ه دې کې ماش ومان ټ ول چپ ش ول او فک ر يې رفيق او‬
‫استادې ته شو‪ .‬جميلې دوه درې ځل خپل بېد (‪ )19‬په مېز ووهلو او ويې ويل‪(( :‬ولې چپ ش وئ‪ ،‬ش ابه بچ و س بق ي ادوئ‪ .‬د‬
‫دې سره بيا د مدرسې په داالن کې بچو بې ترتيبه شور جور کړ‪.‬‬

‫جميله‪ :‬ښه نو نوم يې هم محبوبه غوره کړ‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬هو! خبره دا ده‪ ،‬چې ((وفا)) د يو لوی خان‪ ،‬بهادر لور ده‪ ،‬د پالر سره يې د واده په هکل ه اختالف راغی‪ ،‬نتيج ه‬
‫يې دا شوه‪ ،‬چې له کوره ووته او د خدمتگارې په حيثيت د خپل استاد کور ته ورسېده‪.‬‬

‫جميله‪ :‬پوهه شوم‪ ،‬دا خو ډېره آزاده غوندې جينۍ وه‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬زما درسره اختالف دی‪ ،‬هغه دومره حياناکه او د ښ کلي خ وی جينۍ وه‪ ،‬چې ن ور خ و څ ه ک وې‪ ،‬خپ ل پالر هم‬
‫اوس ورپسې خفه دی‪ ،‬محبوبه ډېره زياته ښه جينۍ ده ‪ ...‬او ‪ ...‬په دې وخت کې رفيق جميلې ته په ځير ځير وکتل‪ ،‬د جميلې‬
‫په مخ د حيا نه غوټۍ غوټۍ خوله ښکاره شوه‪ ،‬سترگې يې کته کړې او ويې ويل‪(( :‬د محبوبې نوم جوړ زم ا پ ه تن دي ليکلی‬
‫دی))‪ .‬د رفيق د ډېرو ورځو غونځېدلي احساسات چې د مينې په زيگنو کې ورک وو‪ ،‬ټول سترگو ته راغونډ شول‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬د هغې تندی بالکل ستا په څير وه‪ ،‬ما يو ځل دوه د هغې تېرېدونکی پړک ليدلی وه‪.‬‬

‫جميله‪ :‬څه ډېر زړه راکښونکی پړک معلومېږي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬نه استادې! ماته خو ستا تندي د هغې تندی راياد کړ‪.‬‬

‫جميله وشرمېده‪ ،‬مخ ته يې رومال ونيو او په ټيټو سترگو يې وويل‪ :‬که وايې نو زه ستا دپاره ((وفا)) صاحبې ت ه د واده‬
‫پيغام ورکوم‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬شايد چې تاته ما دا نه وي ويلي‪ ،‬چې زه واده نه کوم‪.‬‬

‫جميله‪ :‬نه! د دې وجه څه ده؟‬

‫رفيق‪ :‬ترڅو چې هندوستان آزاد شوی نه وي‪ ،‬زه واده نه کوم‪.‬‬

‫جميله‪ :‬د دې فايده؟‬

‫رفيق‪ :‬د غالمانو تعداد زياتول څه پکار؟‬

‫جميله‪ :‬او هندوستان آزادوي څوک؟ هم دغه غالمان که د روس او امريکې خلک؟‬

‫رفيق د جميلې دې خبرې وارخطا غوندې کړ‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬دا موجوده غالمان هم د هندوستان د آزادولو دپاره بس دي‪ ،‬د خدای لدړې دي‪.‬‬

‫جميله‪ :‬ستا په خيال به د هندوستان د آزادۍ تحريک په څومره موده کې کامياب شي؟‬

‫رفيق‪ :‬دغه لس شل کاله خو به لگېږي‪.‬‬

‫‪19‬‬
‫‪ -‬د ولې نرمه لښته‪ ،‬پنت‪ ،‬درياب‪۱۹۸ .‬ـ ‪ ۲۰۲‬مخونه‪.‬‬

‫‪113‬‬
‫جميله‪ :‬ښه نو زما خانه! چې ستا په شان د قام ټول ځلمي دا اقرار وکړي‪ ،‬چې هغوی به د هندوستان تر آزادۍ ودون ه ن ه‬
‫کوي‪ ،‬نو په دې لس شل کاله کې خو به دا موجوده نسل د نشت برابر شي‪ ،‬ځکه چې نور به پيدا کيږي نه! او ‪...‬‬

‫رفيق‪ :‬د جميلې خبره پرې کړه او ويې ويل‪ :‬خير دا خو يو زما يا زما په څېر د يو څو زلمو خيال دی‪ ،‬ټ ول خ و داس ې‬
‫نه دي‪ ،‬خو دا زما يو قسمه دغه دی ‪ ...‬د غه به ورته ووايو نو ‪...‬‬

‫جميله په خندا شوه او د خندا په وخت چې د هغې په اننگو کې کوهي غوندې پيدا ش ول‪ ،‬د رفيق زړه يې بې واره ډوب‬
‫کړ‪ ،‬د هغې په خندا کې دومره موسيقي او راکښنه وه‪ ،‬چې د رفيق رگ رگ يې سندريز کړ‪.‬‬

‫جميله‪ :‬دغه! يعنې ستا يو سوگند دی‪ ،‬لکه چې د جاهليت د زمانې عربو به قسمونه کول‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬خير! هر څه چې وي‪ ،‬خو دا زما اراده ده او زه پرې قايم يم‪ ،‬خو استادې بې ادبي معاف! د دې اعتراض ن ه خ و‬
‫ته هم خالصه نه يې؟ اوس نو جميله شرم په مخه واخيسته‪ ،‬رفيق د هغې نفسيات تخت ولي وو‪ ،‬د هغې اننگي ت ک س ره ش ول‪.‬‬
‫سترگې يې ښکته کړې او ويې ويل‪(( :‬ولې؟))‬

‫رفيق‪ :‬ځکه چې ځوانه جانه يې‪ ،‬بلکښېناخبره نظر به ووايي‪ ،‬چې ال پېغله يې‪ ،‬نو ته ولې کون ډتون ک وې؟ جميلې ځ ان‬
‫سنجيده کړ‪.‬‬

‫جميله‪ :‬دا څ ه خ اص مجب وري ده‪ ،‬چې زه دې ک ار ت ه تياره ن ه يم او څ ه داس ې انک اري هم ن ه يم او ن ه د دې علت د‬
‫هندوستان غالمي گڼم!‬

‫رفيق‪ :‬خير! ته په خپل کار ښه پوهېږي‪ ،‬دا خبرې به اوس د بل وخت دپاره دلته پرې ږدو‪ ،‬دا واي ه چې د بچ و څ ه ح ال‬
‫دی؟‬

‫جميله‪ :‬الحمدهلل! ډېر په ښه طريقه تعليم حاصلوي‪ ،‬خو ستا دا نصاب زما دپاره بالکل نوی دی‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬که تاته پکې څه خامۍ ښکاري نو وايه! سره د دې چې د سليم له نظر وتلی دی‪.‬‬

‫جميله‪ :‬کوم څيز چې د سليم نظر نه تېر شي‪ ،‬په هغه کې خامي لټول د خپلې نا پوهۍ ثب وت ورک ول دي‪ ،‬خ و هس ې دا‬
‫مې ويل‪ ،‬چې تا د اتم جماعت پورې ټول نصاب په پښتو ليکلی دی‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬د دې وجه دا ده‪ ،‬چې کوم بچي د غيرې ژبې د تعليم نصاب شروع کړي‪ ،‬نو د هغوی په ذهن يو ب ار پرې وځي‪ ،‬دا‬
‫په دې چې ماشومان د غيرې ژبې سره بل د ن ه وي‪ ،‬ورځ پ ه ورځ د هغ وی پ ه ذهن کې د غ يرې ژبې الف اظ ځ ای نيس ي او‬
‫څومره څومره چې د هغ وی پ ه ذهن کې د اجن بي ژبې ذخ يرې زي اتېږي‪ ،‬ه ومره ه ومره ورت ه د خپلې ژبې الف اظ پ ردي‬
‫ښکارېږي‪ .‬بله دا چې د دې رد عمل يې په ذهن يو دروند ب ار و غورځ وي‪ ،‬نتيج ه يې دا ش ي‪ ،‬چې ال خ و هلک ان جينکۍ د‬
‫سبق نه تښتي او ال دومره گند ذهنه شي‪ ،‬چې هېڅ ترې جوړ نه ش ي‪ .‬مث ال يې دا دی‪ ،‬چې ک وم عکس پ ه ذهن کې ډېرق ايم‬
‫پاتې شي‪ ،‬لکه د خپلې مورنۍ ژبې ټکي‪ ،‬نو هغه عکس په مثال کې يو ژوندی وج ود ش ي‪ .‬اوس ت ه فک ر وک ړه‪ ،‬چې د هغ ه‬
‫عکس دپاسه چې يو بل نااشنا او اجنبي عکس راشي‪ ،‬نو وړومبی عکس يا نقش به اروم رو د خپ ل ژون د ق ايم س اتلو لپ اره د‬
‫هغه مقابله کوي‪ ،‬د دې له کبله يې د خپل قام سره هم مينه پاتې نه شي‪ .‬تا ته د نن پرون بي ای او ايم ای معلوم نه دي؟ د ټول و‬
‫دا حال دی‪.‬‬

‫جميله‪ :‬زه تا سره په دې کې اتفاق کوم او ستا د دور انديشۍ تعريف کوم‪ ،‬خو دا ووايه‪ ،‬چې تا د جينکو نصاب د هلک انو‬
‫نه جدا غوندې ولې جوړ کړی دی؟‬

‫رفيق‪ :‬زما په خيال د ښځو او سړو د عمل ميدان‪ ،‬په يو څو خبرو کې جدا غوندې دی‪.‬‬

‫‪114‬‬
‫جميله‪ :‬څرنگه؟‬

‫رفيق‪ :‬سره د دې چې هلکان جينکۍ د يو کالبوت دوه السونه دي‪ ،‬خو ته پوهېږې‪ ،‬چې د هر يو الس کار جدا دی‪.‬‬

‫جميله‪ :‬د يورپ خلک د دې قايل نه دي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬او همدغه يې غلطي ده‪ ،‬مونږ چې غالمان او غريبان شوو‪ ،‬نو د دې وجه دا ده‪ ،‬چې مونږ د فطرت په هغه ق انون‬
‫روان نه شوو‪ ،‬کوم چې مونږ ته اسالم ښودلی دی‪ .‬مونږ چې د ښځې جوړښت ته وگورو‪ ،‬نو پوهېږو‪ ،‬چې هغه خ دای پ اک‬
‫د کومو کارونو دپاره پيدا کړې ده‪ .‬د مثال دپاره به دا واخلم‪ ،‬که ته اوس د دغ و نوخ يزو کليو (غوټيو) پ رورش پرې ږدې او‬
‫چېرته په دفتر کې مالزمه شې‪ ،‬نو دا به څومره د فطرت نه خالف کار وي‪ ،‬ځک ه چې ک ه د دف تر پ ه مالزمت کې مقص د‬
‫صرف د معاش ذريعه پيدا کول وي‪ ،‬نو هغه مقصد دلته هم حاصل دی‪.‬‬

‫جميله‪ :‬گويا ښځه به همدغه استادي کوي؟‬

‫رفيق‪ :‬زما په خيال خو ښځه صرف د بچو د پرورش او استادۍ دپاره پيدا ده‪ ،‬ځکه ښځه د هلکانو نه کامياب س ړي او د‬
‫جينکو نه ښاغلې ميندې جوړولی شي‪ .‬په دې کې يو هلک راغی او جميلې ته يې يوه گوته ونيوه‪ ،‬جميله مسکۍ شوه او هلک‬
‫ته يې د تگ اجازت ورکړ‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬گوره کنه! قدرت په څه موقع زما د نظريې تاييد وکړ‪ ،‬دغه د پرورش ثبوت دی‪.‬‬

‫جميله‪ :‬خير دا وايه! چې په دې هکله د سليم خياالت څه دي؟‬

‫رفيق‪ :‬زما خياالت د سليم د خياالتو دويم اړخ وگڼه!‬

‫جميله‪ :‬گويا ته په هر څه کې هغه استاد گڼې؟‬

‫رفيق‪ :‬يقيناً! او هغه د دې قابل دی‪ ،‬چې د قام تعليم يافته ځلمي د هغه په هداياتو روان شي‪.‬‬

‫جميله‪ :‬او د هغه خور؟ څه نامه يې وه؟‬

‫رفيق‪ :‬گلرخ!‬

‫جميله‪ :‬هو هو! گلرخ!‬

‫رفيق‪ :‬د هغې تعريف به نور بې ځايه وي‪ ،‬خو دومره به درته ووايم‪ ،‬چې صفيه د اکبرخ ان خ ور او د اس لم خ ان مل ک‬
‫لور چې ميټريکولپټه ده ((انټرنس پاس)) او د فيرنگي ته ذيب کلک ه ملگ رې ده‪ ،‬گل رخ پ ه ل ږو ورځ و کې خپ ل اس المي او‬
‫پښتني تهذيب ته را وگرځوله‪ ،‬د هغې په کمره کې اوس اورم‪ ،‬چې يو اعلی جای نماز او د قرآن دپاره رحيل موجود دی‪.‬‬

‫جميله‪ :‬د صفيې ورور څه کار کوي؟‬

‫رفيق‪ :‬د هغوی دلته ډېره مځکه ده او هغه په خپله د خاکسارانو ساالر دی‪.‬‬

‫جميله‪ :‬نه! په خاکسار تحريک کې دی؟ اخبارونه ليکي‪ ،‬چې هغوی په الهور کې مورچه جوړه کړې ده‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬هو! اکبرخان تلی دی او زما نه خو ه ېر و‪ ،‬ه ډو ذک ر مې درت ه ون ه ک ړ‪ ،‬زه او س ليم هم ور پس ې س با ب ل س با‬
‫روانېدونکي يو‪.‬‬

‫جميله‪ :‬تاسو څه دپاره ځئ؟‬


‫‪115‬‬
‫رفيق‪ :‬مونږ پوهېږو چې د حکومت او خاکسارانو ترمينځه جگړه کيدونکې ده او مونږ چې هلته موجود يو‪ ،‬ن و پ ه ه ر‬
‫شان چې کېږي‪ ،‬د اکبرخان د بچولو کوشش به کوو‪.‬‬

‫جميله‪ :‬تاسو هغه ته د تگ اجازت ولې ورکاوه؟‬

‫رفيق‪ :‬هغه اصولي سړی دی‪ ،‬د خپل امير جماعت د حکم خالف کله حصارېدی شو؟‬

‫جميله‪ :‬ډېره ښه ده‪ ،‬چې څرنگه مو خوښه وي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬ښه ده نو زه به الړ شم‪ ،‬سالم عليکم!‬

‫جميله‪ :‬وعليکم السالم! خو داسې پټ په پټه خو به الهور ته نه روانېږې‪ ،‬زه يو کتاب راغواړم‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬نه استادې‪ ،‬زه به حاضرېږم‪ .‬رفيق د دې وينا سره د بچو په شور شر کې د مدرسې ن ه روان ش و‪ .‬د جميلې نظ ر‬
‫تر لويې دروازې د هغه سره جلب کاوه‪.‬‬

‫لسم باب‬
‫(پرېشانۍ)‬
‫د ارادو د ماتېدو اسبابونه پيداکېدل‪ ،‬د اسبابو د يوځای کېدو سره هم د مقصد نه حاصلېدل داسې خبرې دي‪ ،‬چې ب ني‬
‫آدم د تقدير قايل کړي‪ ،‬چې د دغو ارادو او اسبابو شاته پټ يو الس داسې هم شته‪ ،‬چې د چا پ ه منش ا ک ار ن ه ک وي‪ ،‬بلکې پ ه‬
‫خپله رضا د حوادثو د واقع کېدو سلسله جاري ساتي‪ .‬په اکبرخان پسې الهور ته سليم او رفيق هم روان شول‪ ،‬د سليم س ره د‬
‫هغه وفادار نوکر اکبر هم و او سحر چې په الهور کې د موټر نه کوز شول‪ ،‬نو هغو ته معلومه شوه‪ ،‬چې د ښار اکربکر ښ ه‬
‫نه دی‪ .‬د خاکسارانو مظاهره کيدونکې ده‪ ،‬هغوی د هلي مسلم هوټل انارکلۍ ته راغل ل او هلت ه ورت ه د م نيجر ن ه دا معلوم ه‬
‫شوه‪ ،‬چې اکبرخان په هوټل کې نه وه‪ ،‬هغوی پوه شول‪ ،‬چې اکبرخ ان ب ه د خاکس ارانو پ ه کمپ کې وي‪ ،‬دواړو ي وه کم ره‬
‫واخيسته او ارام يې وکړ‪ .‬سحر سليم د مېوې د وپاريانو د لټون دپاره بهر ته الړ او رفيق په خطونو ليکلو ش روع وک ړه‪ .‬پ ه‬
‫دغو خطونو کې چې کوم خط هغه استادې ته ليکلی و‪ ،‬هغه څه ډېر مزې دار و‪ ،‬هغې ت ه يې ليکلي و‪ ،‬چې د هغې دپ اره ب ه د‬
‫هغه کتاب لټون وکړي‪ .‬چې خطونه ختم شول‪ ،‬برقي گنټۍ يې وغږوله‪ ،‬د هوټ ل ي و مالزم راغی او خطون ه يې ټ ول هغ ه ت ه‬
‫ورکړل‪ ،‬چې په ډاک کې يې واچوي‪ .‬اکبر بهر تللی و او رفيق د يو اخبار مطالعه کول ه‪ ،‬چې د بگ ل آواز يې ت ر غ وږ ش و‪،‬‬
‫هغه دې اواز ته څه دومره اهميت ورنه کړ‪ ،‬خو چې بيا يې د بگل اواز واورېد‪ ،‬نو د هغه خيال پيدا شو‪ ،‬چې بگلونه خو اک ثر‬
‫د خاکسارانو په جېش (لښکر) کې وي‪ .‬په دې وخت کې د انارکلۍ بازار‪ ،‬په فضا کې څه بې ترتيبه غون دې ش ور هم پيدا‬
‫شو‪ ،‬داسې معلومېدل‪ ،‬چې د خلکو حواسو د راتلونکې خطرې او بوږنونکې حادثې احساس کړی دی‪ .‬رفيق اخب ار پرېښ ود‬
‫او چې د بهر وتو دپاره يې څپلۍ په پښو کولې‪ ،‬اکبر ساه نيولی راغی‪.‬‬

‫اکبر‪ :‬خان فوځ دی او ‪...‬‬

‫رفيق‪ :‬بېلچو واال شته که نه؟‬

‫اکبر‪ :‬هو خان! خلک يو خوا بل خوا تښتي‪ ،‬فوځ ورته ټوپک نيولي دي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬اکبرخان دې په کې ونه ليد؟‬

‫د اکبر په مخ د وارخطايۍ نښې وې‪ ،‬سر يې په نفې کې وخوځاوه ((نه! فکر مې نه وه نو))‪.‬‬

‫‪116‬‬
‫رفيق هغه ته هېڅ ونه ويل‪ ،‬د کمرې دروازه يې بنده کړه‪ ،‬اکبر ته يې د راتگ اشاره وکړه او به ر ت ه روان ش ول‪ .‬خ و‬
‫چې د هوټل دروازې ته ورسېد‪ ،‬سليم په مخه ورغئ‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬سليمه خير دې وي؟‬

‫د سليم د اکربکر نه معلومېدل‪ ،‬چې څه اهم فکر اخيستی دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬حاالت ښه نه دي‪ ،‬په خاکسارانو گولۍ چلېدونکې دي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬او اکبرخان؟‬

‫سليم‪ :‬اکبرخان د يو مېړني ساالر په حيثيت د جېش په مخکې مالتړلی والړ دی‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬اوس څه کول پکار دي؟ خبرې دې ورسره ونه کړې؟‬

‫سليم‪ :‬د خبرو موقع نه وه او چې ما ‪...‬‬

‫په دې کې ډزې شروع شوې او د ډزو سره يو شور جوړ شو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬خدای دې خير کړي‪ ،‬رفيقه! اکبره! دغه وخت دی‪ ،‬راځئ چې پرې ورځو‪.‬‬

‫سليم مخکې او نور دواړه ملگري ورپسې‪ ،‬بهر بازار ته راووتل‪ .‬د ډزو پ ه دوران کې خلک و ي و خ وا ب ل خ وا من ډې‬
‫وهلې‪ ،‬ډېر خل ک د هيبت ن ه د ي و د ب ل دپاس ه پرې وتلي وو‪ .‬س ليم‪ ،‬رفيق او اک بر د خاکس ارانو پ ه م ړو او زخميانو کې د‬
‫اکبرخان لټون کاوه‪ ،‬اکبر د سليم د اوږې سره لگيدلی روان و‪ .‬د فوځ گوليو به يې کله کله په غوږ کې د سرښندلو راز وواي ه‬
‫او تېرې به شوې‪ .‬نا څاپه د سليم نظر په اکبرخان پرېوت او دا وړومبۍ موقع وه‪ ،‬چې سليم وارخطا وليدل شو‪ .‬اکبرخ ان پ ه‬
‫وينو سور سالو پروت و‪ ،‬سترگې يې غړيدلې او د تن دي ن ه يې وين ه روان ه وه‪ .‬د س ترگو پ ه رپ کې د س ليم پ ه ذهن کې د‬
‫صفيې‪ ،‬د هغې د مور او اسلم خان د غم نقشه وگرځېده‪ ،‬خو هغه پوه و‪ ،‬چې دا وخت د دا قسمه فکرونو نه و‪.‬‬

‫سليم‪ :‬اکبره! هله اوچت کړه‪ ،‬رفيقه شابسې! د گوليو پروا مه کوئ‪ ،‬اوس به ډزې بندې شي‪ ،‬بس اوچت کړئ‪.‬‬

‫س ليم او د هغ ه ملگ رو څ ه پ ه داس ې طريق ه س ليم د هوټ ل کم رې ت ه راورس وه‪ ،‬چې د پوځيانو هېڅ نظ ر پ رې‪،‬‬
‫پرې نه ووت‪ ،‬زخم يې ورله ووينځه او ډېر لږ ساعت پس اکبرخان په خود شو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬الحمدهلل! پرهار دې خطرناک نه دی‪ ،‬چې زړه دې ونه غورځېږي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬د خدای فضل دی‪ ،‬زه جوړ يم‪ ،‬خو دا تاسو له کومه شوئ؟‬

‫سليم‪ :‬دې خبرو ته ډېر وخت پروت دی‪ ،‬د هر څه نه اول اول‪ ،‬تاته د طبي امداد ضرورت دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬زه خو وايم‪ ،‬چې هېڅ حاجت نشته‪ ،‬صرف وينه مې ډېره بهېدلې ده‪ ،‬زخم څه دومره ژور نه ښکاري؟‬

‫رفيق‪ :‬زه به الړ شم کنه! چېرته ډاکټر به را پيداکړم؟‬

‫اکبرخان‪ :‬نه نه! هېڅ ضرورت نشته‪ ،‬بس دا زخم راله صفا کړئ‪ ،‬چې پېښور ته ورسېږو‪ ،‬هلته به يې ن ور غم ک وو‪.‬‬
‫د دې خبرې سره اکبرخان مسکۍ شو او سليم ته يې په مينه وکتل‪.‬‬

‫سليم‪ :‬اوس دې چې خپل هوډ ترسره کړ‪ ،‬زما په خبره کې به دويمه نه کوې؟‬

‫‪117‬‬
‫اکبرخان‪ :‬ته به وايې چې د خاکسار تحريک نه الس واخله نو ‪...‬‬

‫سليم‪ :‬زه به درته ضرور وايم او ما درته اول هم دا ويلي دي‪ ،‬چې دا تحريک ژوندی نه شي پاتې کيدی؟‬

‫اکبرخان‪ :‬رفيقه اورې؟‬

‫رفيق‪ :‬زما په خيال خو سليم صحيح خبره کړې ده‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬که تاته ووايي‪ ،‬چې د احرار تحريک نه جدا شه‪ ،‬نو څرنگه به وي؟‬

‫رفيق‪ :‬ماته هډو دا وايي نه!‬

‫سليم‪ :‬بس اوس ارام وکړه او که خوښه دې وي‪ ،‬نو نن د شپې ب ه پ ه م وټر کې پېښ ور ت ه روان ش و‪ ،‬اک بره! زر ش ه!‬
‫اکبرخان ته زما جامې ورواغونده او دا د خاکسارۍ نښې نښانې ترې لرې کړه‪ ،‬هسې نه چېرته دلته ورپسې پوليس راشي‪.‬‬

‫اکبر‪ :‬ډېره ښه ده خان!‬

‫د گولۍ د چلېدو نه لږ ساعت پس په انارکلۍ بازار کې خال خال د خلکو وندروند جاري شو‪ .‬پوځيانو پ ه ب ازار گش ت‬
‫کاوه او څه پوځيان د تښتېدليو خاکسارانو په تعاقب کې تلي وو‪ .‬يو څو خاکسار رض اکار پ ه ي و جوم ات کې نن وتلي وو او‬
‫بهر ته نه راوتل‪ ،‬چې د ماښام تياره خوره شوه‪ ،‬س ليم د ت گ دپ اره تياري وک ړه‪ ،‬ي وه ټانگ ه يې را وغوښ ته‪ ،‬خپ ل مختص ر‬
‫سامان يې په کې کيښود او سټيشن ته روان شول‪ .‬هلته يې درې ټکس ونه د دويمې او ي و د نوکران و د درجې واخيس تل او پ ه‬
‫موټر کې سپاره شول‪ .‬هغوی د اکبرخان دپاره پوره نشست خوشې کړی و او سحر اته بجې ال اکبرخان وي ده و‪ ،‬چې م وټر د‬
‫پېښور په صدر سټېشن ودرېده‪ .‬اکبر د ټولو نه وړاندې بهر ته ووت او يوه ټانگه يې کرايه کړه‪ .‬يو قلي (‪ )20‬ورسره س امان‬
‫واخيست او چې بهر ته راووتل‪ ،‬ټانگه تياره والړه وه‪ ،‬اکبرخان او سليم مخکې کښېناس تل‪ ،‬رفيق او اک بر وروس ته‪ ،‬ټانگ ه‬
‫روانه شوه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ړومبی به زما کور ته ځو‪ ،‬که د اکبرخان؟‬

‫اکبرخان‪ :‬دا به ښه وي‪ ،‬زه خپل کور ته ورسېږم‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ولې؟‬

‫اکبرخان‪ :‬د ادې او بابا به مې زړونه ختلي وي او صفيه خو به پ ه ب د ح ال وي‪ ،‬بيا دا چې څ ه دارو درم ل ب ه هم ک ول‬
‫غواړي؟‬

‫سليم‪ :‬خير خطره خونشته‪ ،‬خو د زخم عالج په هر حال کې کول پکار دي‪ ،‬ښه ده اول به ستاسو کور ته الړ شو‪.‬‬

‫سليم کوچوان (بګيوان) ته هدايت وکړ او لږ ساعت پس ټانگه د اس لم خ ان د ک ور پ ه مخکې ودرې ده‪ ،‬خ و هغ وی ټ ول‬
‫حيران پاتې شول‪ ،‬کوم وخت چې هغوی د کور لويه دروازه بنده وليده‪ .‬رفيق په دو دو ورغی او د يو دوکان دار ن ه يې تپ وس‬
‫وکړ‪ ،‬سليم او اکبرخان کتل چې رفيق د دوکاندار سره خبرې کولې‪ ،‬چې رفيق خپلو ملگرو ته واپس روان شو‪ ،‬د هغ ه پ ه مخ‬
‫څه ښه تاثرات نه ښکارېدل‪ .‬د اکبرخان او سليم دواړو سره سودا شوه‪ ،‬د سليم زړه د يوې نامعلومې حادثې د احساس پ ه وج ه‬
‫ورو ورو په درزېدو شو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬خير خو به وي رفيقه؟‬

‫‪20‬‬
‫‪ -‬د اورګاډي د تمځي پنډي‪ ،‬ب ک‪.‬‬

‫‪118‬‬
‫رفيق‪ :‬خير دی! دوکاندار ويل‪ ،‬چې هغوی د خان کاکا کور ته تلي دي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زمونږ کور ته؟‬

‫رفيق‪ :‬هو!‬

‫اکبرخان‪ :‬نو ټول د څيرمې څرنگه الړل؟ په کور کې نوکر قدرې هم پاتې نه دی؟‬

‫سليم‪ :‬خدای دې خير کړي‪ ،‬اثار څه ښه نه معلومېږي رفيقه!‬

‫رفيق‪ :‬حکم!‬

‫سليم‪ :‬حال خو ووايه کنه! دا يو ناڅاپي خبر د سړي وار پارخطا کوي‪ ،‬چې دلته خبر شم‪ ،‬نو ترکوره به ځ ان د ه ر خ بر‬
‫دپاره تيار کړم‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬نه! څه داسې ‪ ...‬زما مطلب دا دی‪ ،‬چې ‪ ...‬د رفيق د لهجې نه معلومېدل‪ ،‬چې هغه سليم ت ه ص فا ص فا د مطلب‬
‫خبره نه کوي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬خير نو معلومه شوه‪ ،‬چې څه ښه خبر نه دی‪ ،‬د د ې سره يې کوچوان ته د تگ هدايت وک ړ‪ .‬اکبرخ ان د تپ وس پ ه‬
‫نظر رفيق ته مخ راستون کړ او سليم له ډې ر هيبت ه د رفيق ن ه ن وره پوښ تنه ون ه ک ړای ش وه‪ .‬د هغ ه پ ه زړه کې ډول ډول‬
‫خياالت پيدا کېدل او د هغه يقين شوی و‪ ،‬چې څه لويه واقعه پېښه شوې ده‪ .‬د خپل پالر او گلرخ له پلوه د هغه اندېښ نه ورو‬
‫په ورو زياتېده او هغه هم ورو ورو خپل احساساتو ته د ضبط قيزه اچوله‪ .‬ټانگه روان ه وه او د س ليم ن ه زي ات اوت ر ح ال د‬
‫هغه د نوکر اکبر و‪ ،‬سليم په خپلو خياالتو کې ډوب و‪ ،‬چې کوم وخت ټانگه د هغه کور ته ورسېده‪ ،‬ن و اک بر کوچ وان ت ه د‬
‫ودرېدو هدايت وکړ‪ ،‬ټانگه ودرېده‪ .‬سليم هېڅ ونه ويل‪ ،‬خو د ټانگې نه کوز شو‪ .‬اکبر ال د ټانگې کراي ه اداکول ه‪ ،‬چې س ليم د‬
‫غشي په څېر نېغ کور ته ننووت‪ .‬اکبرخان او رفيق هم ورپسې روان شول‪.‬‬

‫سليم چې دننه ورغی‪ ،‬په انگړ کې خان بهادر يوسف خان‪ ،‬عصمت هللا او نور ډېر خلک ناس ت وو‪ ،‬کټون ه پرات ه وو او‬
‫خلکو وار په وار دعا کوله‪ .‬يو طرف ته ترکاڼ ناست و‪ ،‬تابوت يې جوړوه‪ ،‬د سليم زړه ودرزېده‪ ،‬د سليم په راتگ خان بهادر‬
‫يوسف خان‪ ،‬اسلم خان او نور دوستان له ځايه اوچت شول او سليم ته يې ستړي مشي وکړه‪ .‬اکبرخان ته چې خپل پالر وکتل‪،‬‬
‫د هغه زېړه گونه او ځلېدلی صورت يې وليد‪ .‬د ترهې يو بې قرار نظر يې پرې واچوه‪ .‬سليم د تپوس په نظر يوسف خان او‬
‫ړل‪ .‬بيا يې‬ ‫دک‬ ‫رونه ځوړن‬ ‫وس‬ ‫وی خ‬ ‫ه‪ ،‬هغ‬ ‫ه وکات‬ ‫ان ت‬ ‫لم خ‬ ‫اس‬
‫عصمت هللا ته وکتل‪ ،‬هغه هم د سليم د نظر مقابله ونه کړه‪ .‬سليم نور هېڅ ونه ويل‪ ،‬نېغ کور ت ه نن ووت‪ ،‬پ ه ي و کټ کې د‬
‫چا الش پروت و‪ ،‬گلرخ پرانيستې وېښته ورته ناسته وه‪ ،‬د هغې س ره ص فيه‪ ،‬حليم ه‪ ،‬گ ل اندام ه او د محلې ن ورې ښ ځې هم‬
‫ناستې وې‪ .‬د سليم نظر د گلرخ نه په صفيه پرېوت‪ ،‬د صفيې الس پلو ته هڅه وکړه‪ ،‬خو مخ يې پټ نه کړ‪ .‬س ليم وار پ ه وار‬
‫يوې بلې ته د تپوس په نظر وکاته‪ ،‬خو چې بيا يې گلرخ ته وکاته‪ ،‬نو د هغې د سترگو به گرمې گ رمې اوښ کې راولوي دې‪ ،‬د‬
‫خولې نه يې صرف دومره وخاته‪ ،‬چې ((الال!)) او د دې سره سليم ته ورغ اړه وت ه‪ ،‬س ر يې د هغ ه پ ه س ينه کېښ ود او بې‬
‫درېغه سلکيو ونيوه‪ ،‬صفيې سترگو ته رومال ونيوه او د حليمې هم بېواکه اوښکې را ماتې شوې‪ .‬د هغوی س ره ن ورو ښ ځو‬
‫هم په ژړا گوتې پورې کړې‪ .‬سليم ورو ورو د گلرخ په ښکلو وېښتو الس راښکه‪ ،‬د ځان نه يې لرې کړه او بيا يې د الش ن ه‬
‫پړونی پورته کړ‪ ،‬محمد امين خان داسې پروت و‪ ،‬لکه چې په خواږه خوب ويده وي‪ .‬د هغه په مخ جنتي زعفرانو خپ ل پرت و‬
‫اچولی و او په ښکلي مخ يې د اطمينان باران ورېده‪ ،‬هغه په ټول عمري خوب ويده و‪ .‬سليم تراوسه د دې ح ادثې اس تقبال ت ه‬
‫تيار شوی و‪ ،‬خو چې د پالر په جامو يې د وينو داغونه وليدل‪ ،‬نو د يو ساعت دپاره يې ح واس د قبض ې ن ه پ ه وت و ش ول‪ .‬د‬
‫هغه په مخ د قهر او انتقام عالمې ښکاره شوې او چې په دې حال کې يې په گلرخ د استفهام نظر واچوه‪ ،‬نو د هغ ه د س ترگو‬
‫نه بڅري غورځېدل‪.‬‬

‫‪119‬‬
‫گلرخ‪ :‬ابا مې قلندر شهيد کړی دی‪ .‬د دې وينا سره بيا د گلرخ اوښکې راماتې شوې‪.‬‬

‫سليم‪ :‬اِناَهلِل ِ و اِنا َ اِلَي ِه َر ِ‬


‫اجعُون‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬بچيه رضا د خدای ده‪ ،‬زړه په ځای لره!‬

‫سليم‪ :‬خير دی ترور! دا وار په هر چا راځي‪ ،‬ابا مې چې څرنگه د خوی خص لت پ ه هکل ه پرښ ته وه‪ ،‬هغ ه ش ان ورت ه‬
‫لوی څښتن د شهادت مرگ ورکړ‪ .‬گلرخ خورکۍ! زړه په ځای لره‪ ،‬ابا به اخر هم زمونږ نه جداکېده‪ ،‬ي وه ذره هم چې زړه‬
‫الندې باندې نه کړې ‪ ...‬خير ‪ ...‬هغه عزيز څه شو؟‬

‫حليمه‪ :‬بچيه! هغه هم مړ دی‪ ،‬اوس نو سليم په غم کې حيرانتيا په مخه واخيست‪.‬‬

‫سليم‪ :‬هغه په څه مړ شو؟‬

‫حليمه‪ :‬هغه هم قلندر ويشتلی و‪ ،‬نن سحر په اسپتال کې په حق ورسېد‪ ،‬هغه پوليس ته ټول بيان پ ه اس پتال کې ورک ړ‪.‬‬
‫قلندر د ځان سره داړه راوستلي وو‪ ،‬د عزيز دې خدای گور په نور ک ړي‪ ،‬پ وره اېن ډه پن ډه يې ورس ره ووهل ه‪ ،‬خ و اخ ر يې‬
‫وويشتو‪ .‬قلندر مې گلرخه بچۍ تښتوله‪.‬‬

‫سليم‪ :‬او ابا مې؟‬

‫گلرخ‪ :‬ړومبی يې ابا په کټ کې ونيوه‪ ،‬چې ابا مې غږ وکړ‪ ،‬عزيز ورمنډه کړه‪ ،‬چې ډزې ج وړې ش وې‪ ،‬پ ه چم گاون ډ‬
‫کې شور شو‪ ،‬زما په شور او د خواوشا د خلکو په نعرو سورو داړه ووېرېده او په خپله مخه الړه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬هللا تعالی دې د عزيز جنت الفردوس نصيب کړي‪ ،‬څومره وفادار و‪ ،‬ښه نو خورکۍ! دا بهر د تابوت جوړولو ک ار‬
‫څرنگه شروع دی؟‬

‫گلرخ‪ :‬بابا مې د صفيې پالر ته وصيت کړی دی‪ ،‬چې هغه دې خپلې خاورې ته ورسولی شي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬اسلم خان کاکا! دلته چرته وه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬چې د چم گاونډ خلک را جمع شول‪ ،‬ما چاته وويل‪ ،‬چې حليمه ترور راوغواړي‪ ،‬ابا مې ال په حق ن ه و رس يدلی‪،‬‬
‫خدای دې ښه وساتي‪ ،‬هغوی حليمه ترور راخبره کړه‪ ،‬ورسره خان کاکا هم راغی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زه حيران يم‪ ،‬چې ابا مې داسې وصيت څرنگه کاوه؟‬

‫گلرخ‪ :‬د کاکا نه تپوس وکړه نو!‬

‫سليم په دې وخت کې محسوس کړل‪ ،‬چې صفيه هغه ته گ وري‪ ،‬چې ده وروکات ه‪ ،‬ن و هغې د ي وې لحظې دپ اره د هغ ه‬
‫سره سترگې ونيوې او بيا يې ورو ورو ښکته کړې‪ .‬د هغې په سترگو کې د غيرت او ترهې هېڅ نښانې نه ښکارېدې‪.‬‬

‫سليم‪ :‬خير! چې زه بهر ورشم‪ ،‬خو گلرخ خورکۍ! چې نوره ونه ژاړې!‬

‫گلرخ‪ :‬الال په شهيدانو خو ژړا سنت ده‪.‬‬

‫سليم‪ :‬وشوه‪ ،‬دا سنت به تاسو ټوله شپه ادا کړي وي‪ ،‬اوس فرض ادا کړئ او هغه دا چې په اب ا پس ې ق رآن ل ولئ او دع ا‬
‫ورته کوئ‪.‬‬

‫‪120‬‬
‫د دې وينا نه پس‪ ،‬سليم خپل احساسات د ضبط په پړي وتړل او بهر ته ووت‪ .‬ټولو ورسره د همدردۍ اظهار وکړ او دعا‬
‫يې وکړه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬اسلم خان کاکا! ابا مې رښتيا دا وصيت کړی و‪ ،‬چې هغه دې افغانستان ته يووړل شي؟‬

‫اسلم خان‪ :‬هو بچيه! د مرگ نه لږ ساعت آگاهو چې زه ورته را ورسېدم‪ ،‬ډېر په اطمينان يې راته وصيت وکړ‪ ،‬څه ب ه‬
‫درته وايم بچيه! د اولياؤ مرگ يې و‪ ،‬په مسکا مسکا يې ساه ورکړه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬د ابا نه خو دا اميد نه وه‪ ،‬ځکه چې هغوی د شريعت ډېر پابند و‪ ،‬خو په دې کې به د هغوی څه مقصد وي؟‬

‫يوسف خان‪ :‬د خپلې خاورې مينه د فطرت جز او د وطن مينه د ايمان نښه ده‪ .‬په دې کې د شريعت له خوا څ ه مم انعت‬
‫هم نشته‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬دا خبره به وي ال نه؟ خو چې ما د هغه ن ه پوښ تنه وک ړه؟ ن و ويې وي ل‪ ،‬چې زم ا خ اوره خپ ل افغانس تان ت ه‬
‫ورسوئ‪ ،‬سره د دې چې دا هم زمونږ د پښتنو خپل وطن دی‪ ،‬خو دلته حکومت د فيرنگيانو دی او په افغانس تان کې اس المي‬
‫حکومت دی‪ .‬بيا يې په اخر کې وويل‪ ،‬چې سليم بچي ته زم ا دع ا او د زړه پيرزوي نې ورس وه او ورت ه وواي ه چې پ ه خپل ه‬
‫نظريه ټينگ والړ اوسي‪ ،‬د هغه دوستانو ته هم زما سالم او دا وصيت ورسوه او سليم ته ووايه چې د قلندر نه د ب دل اخيس تو‬
‫خيال ونه ساتي‪ ،‬خدای ته دې پرېږدي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬هللا دې گور په نور کړي‪ ،‬څومره غيور پښتون او صادق مسلمان و‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬د هغوی نظريې ته به ان شاءهللا د عمل جامه واغوستل شي‪ ،‬مونږ ټول د هغوی معن وي زامن ي و‪ ،‬س ليم پ ه‬
‫دې دَو کې گوښی نه دی‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬بې شکه مونږ ټول ورسره يو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬الحمدهلل! اوس زمونږ په مينځ کې هېڅ اختالف نشته‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬خير! دا خبره به کيږي‪ ،‬د خان بابا د وړلو څه انتظام دی؟‬

‫سليم‪ :‬زه څه خبر يم؟‬

‫اکبرخان‪ :‬بابا مې که څه غم کړی وي؟‬

‫اسلم خان‪ :‬تاسو بې غمه اوسئ‪ ،‬هر څه هرڅه به وشي‪ ،‬ال ماسپښين ن ه وه‪ ،‬چې ي و م وټر او ي وه الرۍ راورس ېدل‪ ،‬پ ه‬
‫الرۍ کې د مختصر سامان سره گلرخ‪ ،‬حليمه او گل اندامه کښېناستې‪ ،‬ورسره د هغوی نوکر اک بر او ي و ن وکر د اکبرخ ان‬
‫کښېناست‪ .‬رفيق او عصمت هللا هم ورسره د تگ نيت څرگند کړ‪ ،‬خو سليم هغوی ته اجازت ورنه کړ‪ .‬اکبرخ ان خ و س ره د‬
‫خپل تکليف هم ډېر څه وکړل‪ ،‬خو سليم او اسلم خان اجازت ور نه کړ‪ .‬صفيې په ډېر منت گلرخ د الرۍ نه راکوزه ک ړه او د‬
‫ځان سره يې په موټر کې سپره کړه‪ ،‬سليم مخکې د ډرېور سره کښېناست‪ .‬د محمد امين خان د جنازې کټ په الرۍ کې وه‬
‫او دا وړه غوندې غمجنه قافله د خيبر په لور روانه شوه‪ .‬د پينځو بج و وخت ب ه و‪ ،‬چې ډکې ت ه ورس ېده‪ ،‬هلت ه س رحددار د‬
‫سليم استقبال ته راووت‪ .‬د سرحددار له ډډې مېلمنو ته چای ورکړل شو او بيا دا خلک د جالل آباد په لور روان شول‪ .‬په دې‬
‫سفر گلرخ ډېره خوشحاله وه‪ ،‬ځکه چې صفيه‪ ،‬د هغې مور او گل اندامه ورسره وې‪.‬‬

‫دلت ه پ ه پېښ ور کې پ وليس‪ ،‬د قلن در او د هغ ه د ملگ رو پ ه تالش کې وو‪ ،‬خ ان به ادر يوس ف خ ان‪،‬‬
‫عص مت هللا او رفيق د ق اتالنو پ ه تالش کې پ وره پ وره دلچس پي اخيس ته‪ .‬د عزي ز د تجه يز او تکفين ک ار‬
‫خان بهادر يوسف خان په خپل سر اخيستی و او ډېر په عزت يې دا کار تر سره کړی و‪ .‬قلندر د پيښور نه غايب و‪.‬‬

‫‪121‬‬
‫يوولسم باب‬
‫(بيداري)‬
‫سليم خپل دوستان رابللي وو او د هغوی د غ رمې د مېلمس تيا انتظ ام يې ک ړی و‪ .‬گ ل اندام ه ال س حر د گل رخ ک ور ت ه‬
‫ورغلې وه او چې د نهو بجو وخت شو‪ ،‬صفيه او مور يې هم را ورسېدې‪ .‬د گلرخ الس په کار کې وه او گلرخ د خپلې نوې‬
‫خدمتگارې په امداد د کور کارونو ته په شوق سره توجه کړې وه‪ .‬د حليمې او صفيې سره يې گړه بړه وکړه‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬بچۍ گلرخ! ته اوس د کار نه بې غمه شه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬نه ترور! داسې خو نه شي کېدی‪ ،‬دا زاړه هډونه خو اوس د کار قابل نه دي!‬

‫حليمې په پوزه گوته کېښوده‪.‬‬

‫‪122‬‬
‫حليمه‪ :‬وئ بچۍ! دومره زر دې زړو کې شمېر کړم‪ ،‬صفيه پ ه خن دا ش وه‪ ،‬خ و گل رخ خپل ه خن دا د ض بط پ ه زنځ ير‬
‫وتړله‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬نه ترورې! خدای دې نه کړي‪ ،‬زمونږ په شان د پېغلو نه اوس هم نامې خدای ‪...‬‬

‫حليمه‪ :‬هو کنه بچۍ! عمر دې ډېر شه‪ ،‬دا خبرې کوه‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬د خدای شان دی‪ ،‬چې که ښځه د حلوا د خوراک شي او لسو ته پ ړس ووايي‪ ،‬خ و عم ر ب ه د څوارلس و پينځلس و‬
‫کالو نه زيات نه ښايي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬دا خبره په عامو انساني نفسياتو کې ليدل کېږي‪ ،‬چې يو خو مالزم سړی خپله تنخواه زيات ه بيانوي او دويم ه دا‬
‫چې هر بني آدم خپل عمر کم ښايي‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬تاسو دې خدای لري بچو! بيا مو په خپلو سلسپو گوتې پورې کړې؟‬

‫گلرخ او صفيه په خندا شوې‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬هو کنه ترور! نن سبا خو د فلسفو زور دی‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬ورځئ بچو! تاسو کې نئ‪ ،‬چې زه د ډوډۍ پخلي ته ځان ورسوم‪ ،‬ورځئ بال مو واخلم! گلرخ او صفيه کم رې ت ه‬
‫ننوتې او کوم وخت چې دواړه کښېناستې‪ ،‬د صفيې نظر بيا د سليم په تصوير پرېوت‪ ،‬د گلرخ ورته فکر شو‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬صفيې شريرې! نن خو دې د الال په تصوير هېڅ تنقيد ونه کړ؟‬

‫صفيه‪ :‬تنقيد ته څه حاجت دی؟‬

‫گلرخ‪ :‬ولې؟‬

‫صفيه‪ :‬کومه ورځ چې پرې ما تنقيد کړی وه‪ ،‬د هغې ورځې راهيس ې س تا د ورور پ ه ک ړه وړه کې هېڅ تب ديلي ن ه ده‬
‫راغلې‪ ،‬نو په تنقيد شوي تنقيدکول خو هېڅ معنی نه لري‪.‬‬

‫گلرخ د خبرو دپاره ځان تيار کړ‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬ستا مطلب دا دی‪ ،‬چې تنقيد په نوي څيز په کار وي؟ افس وس م ا س ره د الال ن وی تص وير ‪ ...‬ص بر وک ړه‪ ،‬زم ا‬
‫خيال دی‪ ،‬چې ما سره به وي‪ ،‬بالکل نوی‪ ،‬راوړم؟‬

‫صفيه‪ :‬ما د اکبرخان الال هغه د خاکسارۍ تصوير رانه وړ نو‪ ،‬افسوس!‬

‫گلرخ‪ :‬زه د تنقيد عادت نه يم‪ ،‬دا خو د لطيفې خانم برکت دی‪ ،‬چې ته يې په دې قيمتي کار اموخته کړې يې‪.‬‬

‫د دې سره يې يوه خوږه خندا وکړه او کوم وخت چې هغه د کمرې نه ووته‪ ،‬د ص فيې ي وه س ندريزه خن دا هم ورپس ې را‬
‫ورسېده‪ .‬صفيې د خپلې بوخڅکۍ نه د سليم د نظمونو هغه مجموعه را ووېسته او د هغې مطالعه يې شروع ک ړه‪ .‬ډې ر وخت‬
‫به نه و تير‪ ،‬چې د کمرې دروازه ورو ورو بېرته شوه او سليم کمرې ته را ننوت‪ .‬ص فيه پ ه مطالع ه کې دوم ره مح وه وه‪،‬‬
‫چې د سليم په راتگ پوهه نه شوه‪ .‬د سليم د تخرگ ن ه گل رخ س ر راووېس ت او ويې وي ل‪(( :‬ص فيې واخل ه! د تنقيد دپ اره دا‬
‫ثبوت موجود دی))‪.‬‬

‫‪123‬‬
‫صفيې په هيبت سر پورته کړ‪ ،‬د هغې نظر د سليم نه پس په گلرخ پرېوت‪ ،‬د هغې پ ه مخ ش وخو ج ذباتو ل وبې ک ولې‪ ،‬د‬
‫هغې د کړه وړه نه معلومېدل‪ ،‬لکه چې وايي‪(( ،‬چې ودرېږه ته! دغه شان خلک خپل بدل اخلي))‪ ،‬د صفيې پ ه مخ يخې يخې‬
‫خولې روانې شوې‪ ،‬سر يې ځوړند کړ او ويې ويل‪(( :‬دا د هغه زوړ السنيوي بدل ښکاري))‪ ،‬گلرخ په خندا شوه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬نه خورکۍ! دا ستا د هغه پخواني تنقيد يو ترقي يافته صورت دی‪ ،‬ت ر څ و چې ت ه پ رې تنقيد ک وې‪ ،‬زه ب ه درل ه‬
‫مېوه را وځغلوم‪ ،‬څرنگه؟‬

‫صفيه‪ :‬داسې پوره پوره بدل خو څوک نه اخلي؟‬

‫گلرخ‪ :‬د پښتون بدل خو مشهور دی کنه!‬

‫سليم‪ :‬گلرخ خورکۍ! دا دې څه وکړل‪ ،‬زه خو دې هډو پوه نه ک ړم او دلت ه دې راوس تم‪ ،‬گ ورې ن ه چې ص فيې ت ه ډې ر‬
‫ذهني تکليف ورسېد‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬الال! دا خو ستا او د صفيې وړومبی مالقات نه دی‪ ،‬په کلي کې مو هم سره ليدلي وو‪ ،‬اخر دا نن ‪...‬‬

‫صفيه‪ :‬نن د السنيوي خبره ده کنه!‬

‫په دې خبره بيا گلرخ په خندا شوه‪ ،‬سليم مسکی شو او گلرخ د کمرې نه پ ه وت و وت و کې دروازه پ ورې ک ړه‪ .‬س ليم پ ه‬
‫يوې کرسۍ کښېناست‪ ،‬د صفيې په الس کې د سليم بياض و‪ ،‬سر يې ځوړند و او د رنگينو جذباتو څپو يې پ ه س ينه کې ي و‬
‫طوفان جوړ کړی و‪ .‬د سليم په سترگو کې د پاکې مينې ج ذبو اړخون ه ب دلول او نظرون ه يې د ص فيې پ ه ښ کلو س رو س رو‬
‫وېښتو کې نښتي را نښتي وو‪ .‬يو ساعت دواړو ډډو ته چپه چپيا وه‪ ،‬بيا سليم د خاموشۍ ُمهر مات کړ‪.‬‬

‫سليم‪ :‬صفيې زما نظمونه دې خوښ شول؟‬

‫اوس نو صفيه په لوپټه کې رانغښتل شوې وه او د ناوې په څېر په کرسۍ کې راغونډه شوې وه‪ ،‬تا به ويل چې گوندې‬
‫غوړيدلی گل بېرته کلۍ (غوټۍ) شوې دي‪ ،‬هېڅ ځواب يې ورنه کړ‪ ،‬د سليم مينې يو طوفان جوړ کړ‪.‬‬

‫سليم‪ :‬جوړ خوښ دې نه شول؟ اوس نو صفيې خبروته هپه وکړه‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ستا کالم ډېر مشکل دی‪ .‬په دې خبره د سليم د ځوانۍ گل وموسېده‪.‬‬

‫سليم‪ :‬رښتيا!!‬

‫صفيه‪ :‬دومره مشکل چې تنقيد پرې نا ممکن دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬بيا خو به نو زما په تصوير هم تنقيد څه داسې اسان نه وي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬چې ستا کالم مې نه وه لوستی‪ ،‬ستا په تصوير تنقيد کول گران نه و‪ ،‬خو چې ستا کالم مې ولوست‪ ،‬نو پوهه شوم‪،‬‬
‫چې ستا په تصوير زما هغه پخوانی تنقيد بالکل غلط وه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ولې صفيې؟‬

‫صفيه‪ :‬زه پوهه شوم‪ ،‬چې د ساده مخونو لوستل د هغو د کالم نه ډېر مشکل وي‪.‬‬

‫سليم مسکۍ شو‪ ،‬د هغه په مخ د روحاني خوشحالۍ رڼا پيدا شوه‪.‬‬

‫‪124‬‬
‫سليم‪ :‬د ساده مخونو د لوستو په هکله دې ډېره بلنده خبره وکړه‪ ،‬صفيې! خو تا خپل مخ ته هم چرې په آيينه کې په غ ور‬
‫کتلي دي که نه؟‬

‫صفيه‪ :‬د گلرخ نه تپوس وکړه!‬

‫سليم‪ :‬هغه غريبه په څه خبره ده؟‬

‫صفيه‪ :‬هو کنه! ډېره غريبه ده‪ ،‬که داسې دوه درې غريبانې نورې وي ‪...‬‬

‫سليم‪ :‬خير صفيې! که زما دا کالم مشکل وي‪ ،‬نو زه به نن درته څه اسانې آسانې واوروم‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬گرانه خبره خو ده‪ ،‬خو خير سليمه! ستا دا اسانې به هم واورو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬هغه زمونږ په کلي کې چې تا يوه ورځ خربوزه څيرله‪ ،‬ياد دې دي کنه؟‬

‫صفيه‪ :‬خير تمهيد ته څه حاجت دی؟‬

‫سليم‪ :‬تمهيد خو د مقصد آئينه وي صفيې!‬

‫صفيه‪ :‬ستا تمهيد د مقصد نه هم زيات صفا او ځالند وي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬نو بس چې تمهيد ته ضرورت نشته‪ ،‬نو زه ‪ ...‬څه ووايم؟ چې تمهيد د مقصد آيينه شو‪ ،‬نو ‪ ...‬خبره خالصه شوه‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬زه څه خبره يم‪ ،‬چې ته به څه وايې؟‬

‫د دې سره صفيه په خندا شوه‪ ،‬په سليم يې يو ترند نظر واچوه‪ ،‬سليم د دې نظر مقابله ونه ک ړی ش وه‪ ،‬س ترگې يې ښ کته‬
‫کړې او ورو ورو مسکی شو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬د رنگينو جذباتو په هکله ښځې همېشه د سړو استادانې ثابتې شوې دي‪ ،‬گوره چې ځان يې ناجاڼه ک ړ‪ ،‬پ ه مقص د‬
‫پوه ده‪ ،‬خو اوس زما د تړليو جذباتو او قبضه شوې ژبې بندونه پرانيستل غواړي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬سليمه نن ستا په خبرو کې د فلسفې شوخۍ نه ښکاري؟‬

‫سليم‪ :‬د ښايست په مخکې همېشه د عقل سترگې برېښېدلي وي‪ ،‬صفيې!‬

‫صفيه‪ :‬اوس ايله د مطلب ټکي ته راغلې‪.‬‬

‫صفيې سر ښکته کړ او په خپل گرېوان کې يې په ((پښ پښ)) وخندل‪.‬‬

‫سليم‪ :‬مينه همېشه د ښاېست په مخکې سر ټيټوي‪ ،‬د هغې خبرې‪ ،‬بې زبانې او د هغې منتونه خاموشه وي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬اوس دې فلسفه څه بيداره غوندې شوه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬د حسن لمر د حيا په ورېځ کې پټ شو‪ ،‬د عقل سترگې وغړېدې‪ ،‬مينه زړوره شوه‪ ،‬صفيې زه تا ته خپل جذبات په‬
‫کومو الفاظو کې ښکاره کړم‪ ،‬د مينې جذبه ډېر څه ويل غواړي‪ ،‬خو عق ل ورت ه د ښ کلو د ن ازک م زاجۍ ن ه د ځ ان س اتلو‬
‫هدايت کوي‪ ،‬خو زه به دومره ووايم‪ ،‬چې زما د ژوند يوه ښکلې برخه نيمگړې پرته ده او د هغې د پوره کولو دپاره ‪...‬‬

‫صفيه‪ :‬خدای دې خير کړي‪ ،‬د ناټک تماشه شروع شوه‪.‬‬

‫‪125‬‬
‫سليم‪ :‬ستا التفات مې ساعت په ساعت د حوص لې مال کلک وي‪ ،‬ليونۍ او بېواک ه مين ه اوس ص فا ص فا الف اظ خ ولې ت ه‬
‫راولي‪ ،‬صفيې زما ستا سره مينه ده‪ ،‬پاکه او معصومه مينه!‬

‫صفيه‪ :‬نو زه څه وکړم‪ ،‬د دې غلطۍ ذمه وار ته په خپله يې!‬

‫سليم‪ :‬ما سره د خپلې غلطۍ د اصالح هېڅ عالج نشته‪ ،‬خو که زه دا غلطي وگڼم‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬دا هم ستا غلطي ده‪ ،‬چې خپله غلطي گڼې او نه يې گڼې؟‬

‫سليم‪ :‬د دې عالج خو تاسره دی صفيې!‬

‫صفيه‪ :‬زه به ولې داسې غلطي کوم!‬

‫د دې سره کمره په يوه سندريزه خندا ډکه شوه‪ ،‬د سليم فلسفيانه قوت د حسن په مخکې وس له غورځ ولې وه او هغ ه د ي و‬
‫ماشوم په څير د صفيې مخ ته کاته‪ ،‬هيڅ نه پوهېده‪ ،‬چې څه ووايي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬دې ته وايي‪ ،‬د چا د جذباتو سره لوبې کول‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬د تېروتليو د جذباتو سره خو لوبې کېږي نو!‬

‫سليم‪ :‬پښتنه مينه خو ډېره ساده وي‪ ،‬خو ستا دې ښايست‪ ،‬د مغربي تربيت په وجه يخه مينه پيدا کړې ده‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬جوړ لطيفه بيگم تا ته هم در په ياد شوه!‬

‫سليم‪ :‬هغه هم پښتنه ده‪ ،‬خو ‪...‬‬

‫صفيه‪ :‬اوس خو د گلرخ تربيت زما نه د مغربي تهذيب نښې نښانې ورکې کړې دي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ال يې تاو پاتې دی‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬هو! د دې زمانې ښځې مغربي تهذيب ته ډېرې مايلې شوې دي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬خپل قامي روايات پرېښودل‪ ،‬د قدرت د قانون نه خالف تگ دی‪ ،‬پښتون دې همېشه دپاره پښتون اوسي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬نن سبا خو په پښتنو کې د بيدارۍ او اتحاد ښې چپې پيدا شوې دي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬د يوې پښتنې او بيا د يوې تعليم يافته پښتنې دپاره دا قسمه احساس ښه نه دی؟‬

‫صفيه‪ :‬يعنې زه دې يو شی هم نا ممکن نه گڼم؟‬

‫سليم‪ :‬هو!‬

‫صفيه‪ :‬دا هم د واقعاتو نه خالف خبره ده‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زه دا منم‪ ،‬خو زمونږ د شخصيت د تکميل دپاره دا احساس يوه زلزله ده‪ ،‬ت ا ب ه لوس تي وي‪ ،‬چې د ف رانس نپ ولين‬
‫بونا پارټ‪ ،‬به ويل‪ ،‬چې د نا ممکن لفظ د لغت نه وېستل پکار دي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬هو! مونږ لوستي دي‪.‬‬

‫‪126‬‬
‫سليم‪ :‬د دې په مطلب پوه يې؟‬

‫صفيه‪ :‬بس خو دا مطلب دی کنه‪ ،‬چې سړی دې حوصله بلنده لري‪.‬‬

‫سليم‪ :‬مطلب ته نزدې شوې يې‪ ،‬خو پوره پرې پوهه نه يې‪ ،‬واوره! بني آدم چې پ ه خپ ل زړه کې د همېش ه دپ اره ک وم‬
‫احساسات لري‪ ،‬هغه په ذهن کې ځای پيدا کړي او په پرله پسې خيال کولو د هغه عکس ن ه ي و ژون دی وج ود ج وړ ش ي او‬
‫انسان يې داسې قبول کړي‪ ،‬لکه د فطرت جزء‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬هو کنه! عادت هم د فطرت رنگ اخلي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬نو بس په کوم قام کې چې دا جذبه پيدا شي‪ ،‬چې د دنيا يو کار هم ناشونکی نه گڼي‪ ،‬نو پ ه هغ ه کې د عم ل کول و‬
‫يوه ژوندۍ جذبه پيدا شي‪ ،‬هغه قام د ناکامۍ په حالت کې هم په شاته ځي او هېڅ طاقت ته وسله نه غورځوي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬دا خو نپولين پوره نفسياتي خبره کړې ده‪.‬‬

‫سليم‪ :‬او دغه شريف او توريالي فرانسيسي بادشا برتانيه داس ې بدنام ه ک ړې وه او د هغ ه ب رخالف يې څ ه داس ې گن ده‬
‫الزامات لگولي وو‪ ،‬چې شيطان ته به هم معلوم نه وو‪ ،‬خ و راتل ونکې زم انې د نپ ولين س ره انص اف وک ړ‪ ،‬پ ه خپل ه د لن دن‬
‫فيرنگيانو د نپولين په شرافت او بې گناهۍ شهادت ورکړ او دنيا ته يې وښودل‪ ،‬چې د برتانيې په فط رت کې ش رارت ش امل‬
‫دی‪ ،‬نو ځکه زه درته وايم‪ ،‬چې پښتنه پېغله دې يو کار هم ناممکن نه گڼي‪ .‬پ ه دې وج ه هم چې د پښ تون فط رت د ي ورپ د‬
‫ټولو قامونو نه زيات روڼ او پاکيزه دی‪ ،‬نن سبا چې پښتانه د اتحاد کوم ضرورت محسوس کوي او تا ته ناممکن ښ کاري‪ ،‬د‬
‫دې وجه هم دا ده‪ ،‬چې فيرنگيانو مونږ په داسې غيرشعوري طريقه ټوټې ک ړي او د ي و ب ل ن ه يې ج دا ک ړي ي و‪ ،‬چې اوس‬
‫زمونږ اتحاد او مرکزيت پيدا کول هم ناممکن ښکاري‪ .‬دا د کمترۍ احساس د هغې پروپاگنډې اث ر دی‪ ،‬کوم ه چې فيرنگيانو‬
‫پرله پسې زمونږ خالف چلولې ده‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬نو دا اتحاد به څرنگه وشي؟‬

‫سليم‪ :‬هم په دې مسئله د خبرواترو دپاره ما خپل دوستان رابللي دي‪ ،‬که تاسو په دې کړکۍ کې کښېناس تئ‪ ،‬ن و زم ونږ‬
‫بحث به واورئ!‬

‫په دې کې گلرخ ورو ورو د کمرې دروازه بېرته کړه او سر يې را دننه کړ‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬بحث ختم شو؟‬

‫سليم‪ :‬هو خورکۍ راځه!‬

‫صفيه‪ :‬الال دې وايي‪ ،‬چې پښتنې پېغلې دې يو کار هم ناممکن نه گڼي‪.‬‬

‫گلرخ د مېوې تغار په سټول کېښود‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬الال رښتيا وايي‪ ،‬لکه ستا او د الال مالقات چې ما ناممکن نه گڼلو‪.‬‬

‫صفيه مسکۍ شوه او ال يې څه ويلي نه وو‪ ،‬چې د بهر نه کمرې ته د يوې طوفاني خندا غږ رانن ووت‪ ،‬س ليم د ځ ای ن ه‬
‫پورته شو او ويې ويل‪(( :‬هغه دی خان بهادر يوسف خان راورسېد!))‬

‫گلرخ‪ :‬ورځه الال ته ورشه!‬

‫صفيه‪ :‬هو چې مونږ مو بحث واورو!‬

‫‪127‬‬
‫گلرخ‪ :‬د څه بحث؟‬

‫صفيه‪ :‬د پښتنو د اتحاد بحث!‬

‫گلرخ‪ :‬خير! دا خو يقيني خبره ده‪ ،‬چې اوس پښتانه بيدار شوي دي‪ ،‬په هغوی کې د قوميت او مليت غځ ونې پيدا ش وې‬
‫دي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ښه ده چې زه ورشم نو‪ ،‬خورکۍ صفيه درنه خفه نشي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬بې غمه اوسه الال!‬

‫سليم په صفيې يو خوږ نظر واچوه او د کمرې نه ووت‪ ،‬چې بهرته ورغی‪ ،‬له خان بهادر يوسف خ ان او رفيق س ره يې‬
‫کلک جوړ تازه وکړل‪ .‬يو ساعت پس اکبرخان‪ ،‬اسلم خان‪ ،‬عصمت هللا او نور دوستان هم راورسېدل‪ .‬ي و س اعت پ ه هغ وی‬
‫کې د مقامي سياسياتو په هکله خبرې اترې جاري وې‪ ،‬سليم چپ چاپ ناست و‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬سليمه! ته خو هډو څه وايې نه؟‬

‫سليم‪ :‬تاسو ته خو معلومه ده‪ ،‬چې زما په دې خبرو کې هيڅ دلچسپي نشته‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬سليم سره خو د پښتنو د اتحاد نظريه ده او په هغې ورسره مونږ هم متفق يو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زه په دې ډېر خوشحال يم‪ ،‬چې تاسو ماسره په دې نظريه کې ملگري يئ!‬

‫يوسف خان‪ :‬مونږ تر دې حده درسره ملگري يو‪ ،‬چې د فيرنگيانو دا تقسيم شوي پښتانه يو مرکز ته راغون ډ ک ړو او دې‬
‫برخې ته (پښتونستان) ووايو‪ ،‬خو سليمه! دا د قوميت نظريه څه اسالمي نظريه هم نه ده؟‬

‫سليم‪ :‬يعنې خپل خور ـ وور قام يو مرکز ته را غونډول‪ ،‬په هغه کې اتحاد او اتفاق پيدا ک ول د اس المي تعليم ن ه خالف‬
‫دي! ستاسو دا مطلب دی؟‬

‫يوسف خان‪ :‬نه نه! داسې خو نه وايم‪ ،‬خو بيا هم ‪ ...‬دا څه اسالمي خدمت نه دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زه حيران يم‪ ،‬چې تاسو د اسالم دا پاک نوم ولې داسې بې ځايه استعمالوئ‪ ،‬ما خو چې د ک وم اس الم مطالع ه ک ړې‬
‫ده‪ ،‬نو په هغه کې خو د قوميت دپاره يو ځالند مقام موجود دی‪ ،‬زه خو په دې پوه شوی يم‪ ،‬چې هللا تعالی په دنيا کې مختلف‬
‫قامونه پيدا کړي دي او دغه يې د حکمت اقتضا وه‪ ،‬ځکه چې د دنيا په امن او نظام کې باقاعدگي او ارتقا د مختلفو قامونو نه‬
‫پيدا کېږي او د دنيا د ډېرو قامونو دا مختلف تهذيبونه د يو بين االنساني تهذيب بنياد ثابت کېدی ش ي‪ .‬اوس ک ه ي و ق ام خپ ل‬
‫امتيازي روايات او خپل رنگ پرېږدي او د بل يو قام تهذيب او رن گ قب ول ک ړي‪ ،‬ن و هغ ه د ق درت د ق انون ن ه څ ه چې‪ ،‬د‬
‫اسالمي تعليم نه هم خالف کار کوي‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬خدای دې خير کړي‪ ،‬درياب په څپو شو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬عزت منده مشره! نن سبا چې زمونږ ځينې وروڼه قوميت ته بوت وايي او مونږ پښتنو ت ه وايي‪ ،‬چې پ ه اس الم کې‬
‫د قوميت هېڅ حيثيت نه شته‪ ،‬هغوی په خپله هم د دې قايل او پابند ن ه دي‪ .‬د ق ام مين ه د فط رت ج ز ده او ک ه تاس و اج ازت‬
‫راکوئ‪ ،‬نو زه به د اسالمي تعليم له رويه په دې رڼا وغورځوم‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ضرور ضرور!‬

‫يوسف خان‪ :‬مونږ به يې ډېر په شوق او شکريه واورو‪.‬‬

‫‪128‬‬
‫سليم‪ :‬شکريه! دا خو به تاسو منئ‪ ،‬چې اسالم فطري دين دی او مونږ چې کوم وخت د يو دين پ ه هکل ه دا تص ور ک وو‪،‬‬
‫چې هغه فطري دين دی‪ ،‬نو په دې خبره پوهېږو‪ ،‬چې فطري دين هم هغه کيدی شي‪ ،‬چې د هغ ه ق وانين د فط رت مع ارض‬
‫او مخالف نه وي‪ ،‬ځک ه چې هللا تع الی چې پ ه انس اني فط رت کې ک وم احساس ات او خواهش ات اېښ ي دي‪ ،‬ن و د دې مطلب‬
‫همدغه کيدی شي‪ ،‬چې د هللا تعالی دا منشاء وه‪ ،‬چې بني آدم د هغو فطري احساساتو او خواهشاتو نه کار واخلي‪ ،‬نو اوس ک ه‬
‫يو دين يا مذهب د هغو فطري تقاضو د فنا کولو يا بنديز احکام جاري کړي‪ ،‬کوم چې هللا تعالی په خپله په انس اني فط رت کې‬
‫ايښي دي‪ ،‬نو مونږ به د هغه مذهب يا دين په هکله څه رايه قايموو؟‬

‫عصمت هللا‪ :‬دا چې هغه مذهب يا دين فطري نه دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬جزاک هللا! ځکه چې بيا خو د هللا تعالی دا تخليق فض ول ث ابتېږي‪ ،‬ک وم وخت چې دا خ بره ثابت ه ش وه‪ ،‬چې دين‬
‫فطرت د فطري تقاضو فناکول غوره نه گڼي‪ ،‬نو اوس دې ته کت ل پک ار دي‪ ،‬چې اس الم هغ ه فط ري تفاض ې پ وره پ وره بې‬
‫لگامه هم نه پرېږدي‪ ،‬ځکه چې دا ټولې تقاضې د حيوانيت د الندې وي او تر څو چې هغه د انسانيت د الن دې را ن ه ش ي‪ ،‬پ ه‬
‫هغو کې باقاعدگي او د ارتقا اړخونه نه شي پيدا کيدی‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬زما مطلب دا دی‪ ،‬چې اسالم حيوانيت او انسانيت دواړه د اعتدال د الندې ساتي او د دې دپ اره يې د فط ري‬
‫تقاضو د پوره کولو دپاره څه حدود مقرر کړي دي‪ ،‬لکه د نکاح او داسې نور‪ .‬نو اوس به مونږ دا گورو‪ ،‬چې اسالم مونږ ت ه‬
‫د خپل قام سره د تعلق ساتلو څرنگه احکام راکوي؟ ځکه چې د قام مينه هم پ ه فط رت کې ده‪ ،‬هللا تع الی پ ه ق رآن حکيم کې‬
‫ځای په ځای د ذوی االرحامو او اقرباو سره د نېکۍ او ښېگنې ه دايت ک ړی دی‪ ،‬بلکې دا ي و آيت خ و د ډې رې توج ه وړ‬
‫دی‪(( ،‬قُل الَ أَسئَلُ ُکم َعلَي ِه اجراً أِلی المودةُ فی القربی))‪ ،‬يعنې ای رسوله! خپل امت ت ه واي ه‪ ،‬چې زه ستاس و ن ه د دې تبليغ‬
‫هېڅ اجر نه غواړم‪ ،‬خو بس دومره چې د اقرباوو سره ښېگڼه کوئ‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ځنې تفسيرونه ليکي‪ ،‬چې د اقرباو نه د رسول کريم اقربا مراد دي‪ ،‬يعنې سادات‪.‬‬

‫سليم‪ :‬دا تفسير يې ال بهتر او زما د مقصد د ثبوت دپاره د تقويت موجب دی‪ ،‬که رسول کريم زمونږ ن ه د خپل و اقرب او د‬
‫احترام او ښېگنې مطالبه کړې وي‪ ،‬نو څه لرې خبره خو نه ده‪ ،‬ځکه چې د اقرباو مينه په فطرت کې ښکاره شوې ده او هللا‬
‫تعالی هم د دې فطري مينې لحاظ ساتلی دی‪ ،‬چې مونږ ته يې د اقرباو سره د نيکۍ او ښېگڼې کولو ه دايت ک ړی دی‪ .‬هم پ ه‬
‫دې سلسله کې د زکات مسئله هم راځي‪ ،‬چې په دې کې هم خپل اقرباء اول گڼل شوي دي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬خان اورې؟‬

‫يوسف خان‪ :‬اورم صاحب! د اورېدو خبرې دي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬نو زما خوږو ورونو! اوس تاسو اندازه ک ولی ش ئ‪ ،‬ک ه م ونږ د خپل و خ ورو ورو وروڼ و د را غون ډولو کوش ش‬
‫وکړو‪ ،‬په هغو کې قامي او ملي اتحاد پيدا ک ړو او د هغ وی ل ه مينځ ه هغ ه ځانځ اني ل رې ک ړو‪ ،‬کوم ه چې پ ه هغ وی کې‬
‫فيرنگيانو پيدا کړې ده‪ ،‬نو دا کومه گناه ده؟ او د اسالم د کوم اصول نه خالفه ده؟‬

‫يوسف خان‪ :‬اسالم د ملکي او قامي حدودو قايل نه دی‪ ،‬قامي ژوند خو د هر چا يو انفرادي ژوند دی‪ .‬اس الم يقين ا ً د هغ ه‬
‫مخالف نه دی‪ ،‬خو اسالم په دنيا کې د مسلمان دپاره يو اجتماعي ژوند غوره گڼي‪ ،‬چې هغه د عصبيت رنگ تس ل ن ه بالک ل‬
‫پاک دی‪ .‬چرته چې دې اجتماعي ژوند ته د نقصان رسېدو خطره وي‪ ،‬هلته انفرادي ژوند قربانول پکار دي‪ ،‬تاته ب ه د خپ ل‬
‫نظم ((لمر او ذره)) هغه شعرونه خو ياد وي‪ ،‬چې فرد دې په جمعيت کې ځان فنا کړي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬جزاک هللا! بالکل صحيح نظريه ده او زه د همېشه راهيسې د دې قايل يم‪ ،‬خو عزت منده مشره! ماته وښ ايه‪ ،‬چې‬
‫په مسلمانانو کې اجتماعي ژوند دی چرته؟ دغه خو کمی ده‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬د اجتماعي ژوند پيداکولو کوشش پکار دی‪.‬‬


‫‪129‬‬
‫سليم‪ :‬منم! ليکن ترڅو چې افراد سالم او منظم نه وي‪ُ ،‬کل پيدا کېدی شي؟ ترڅو چې خښ تې را جم ع ن ه ش ي‪ ،‬عم ارت‬
‫جوړېدی شي؟ هيچرې نه! مونږ چې اجتماعي ژوند پيدا کوو‪ ،‬نو اول به د اف رادي ژون د پيداکولو کوښ ښ ک وو او اجتم اعي‬
‫ژوند به پيدا کېږي هم په دې طريقه‪ ،‬چې په ُک ل او افرادو کې پوره پوره اتحاد وي او دا دواړه د يو بل نه مخالف نه دي‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬دا بيا د پېريانو ژبه شوه‪ ،‬ټولو دوستانو وخندل‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬خير نو د اسالم په اجتماعي ژوند کې به د قوميت څه حيثيت وي؟‬

‫سليم‪ :‬قوميت او اسالم به د انسانيت د تکميل په سلسله کې سره متحد وي‪ ،‬کومه ق امي نظري ه چې د اس المي اص ولو ن ه‬
‫خالفه وي‪ ،‬هغه به پرېښوی کېږي‪ ،‬ځکه چې اسالم د ټول انسان د فطرت ترجم ان او د هغ ه م ربي دی او ک وم وخت چې د‬
‫هغه بنيادي اصول د هيڅ انسان د فطرت نه خالف نه دي‪ ،‬نو ترڅو چې د نړۍ قامون ه د اس الم س ره متح د وي‪ ،‬پ ه هغ و کې‬
‫هيڅ تصادم نه شي پيدا کېدی‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬ليکن! جرمني ته دې فکر نه و‪ ،‬چې هغه قوميت څه په بلو بلو سر کړی و او نتيجه يې څه وه؟‬

‫سليم‪ :‬د جرمني قومي نظريه او په اسالمي نظريه کې د مځکې اسمان فرق دی‪ .‬اسالم هر قام ته براب ر حق وق ورک وي‪،‬‬
‫اسالم دا نه زغمي‪ ،‬چې يو قام دې د بل قام په مقابله کې د وينې او نسل برتري څرگنده کړي‪ .‬جارحان ه ق وميت پ ه ه ر ح ال‬
‫کې کاميابي نه شي موندی‪ ،‬ځکه چې په هغه کې د نورو قامونو دپاره د توهين کروړه وي‪ ،‬خدای دې نه کړي‪ ،‬اس الم د دې‬
‫قسمه اصولو سخت مخالف دی‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬جزاک هللا! ډېر ښه پوه شوم‪.‬‬

‫سليم‪ :‬نو عزت منده مشره! مونږ چې د خورو ورو پښتنو اتحاد غواړو‪ ،‬د دې مقصد دا خو هيچرې ن ه ش ي کې دی‪ ،‬چې‬
‫مونږ د يو بل همسايه يا غيرهمسايه قام په حق کې جارحانه ارادې لرو‪ .‬دا خو زمونږ حق دی‪ ،‬دا حق اسالم را کوي‪ ،‬د دنيا‬
‫د هر ملک قانون يې راکوي او د ټولو نه زيات دا چې انساني ضمير او مروت يې راکوي او که څوک د دې نه وې ره ک وي‪،‬‬
‫نو د هغه به څه نور غرض وي))‪ .‬په دې کې نسيم خان د ((نوی پښتون)) پرچه راوړه‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬نوی پښتون دی؟‬

‫د نوي پښتون د اورېدو سره ټولو دوستانو ته ((وفا)) ورياده شوه‪ ،‬هغوی په ځير ځير يوسف خان ته کتل‪ ،‬د يوسف خ ان‬
‫په زړه هم خپله لور بې درېغه راوورېده‪ ،‬هغه پوه شو‪ ،‬چې د هغه دوستانو ته هم د ن وي پښ تون د ليدو س ره خورش يد جه ان‬
‫ورياده شوې وه او هغوی ټول د اصلي واقعې نه هم خبر ش وي وو‪ .‬دې دپ اره ټ ول چپ ش ول‪ ،‬س ليم اخب ار واخيس تو او چې‬
‫وړومبۍ صفحه يې واړوله‪ ،‬په دويمه د ((وفا)) نظم و‪.‬‬

‫سليم‪ :‬د وفا يو نظم دی‪ .‬ټولو يو بل ته او بيا يوسف خان ته وکاته‪ ،‬يوسف خان په مطلب پوه شو‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬ويې لوله! زما هېڅ خيال مه ساته!‬

‫رفيق‪ :‬څه نوي خياالت دي که ‪...‬‬

‫سليم‪ :‬معلومېږي خو نوی‪ ،‬د نظم عنوان دی ((پښتونه راغونډېږه))‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬افرين افرين! نن سبا مونږ ته هم د دا سې مېړنو خويندو ضرورت دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬د زمانې سره سره تلل همدې ته وايي‪ ،‬ارشاد ارشاد!‬

‫‪130‬‬
‫سليم‪ :‬خان اجازت دی!‬

‫يوسف خان‪ :‬هو کنه! ته خو به خوشحال يې‪ ،‬چې ستا شاگرده هم ستا په پل روانه شوه‪ ،‬ښه ده وايه!‬

‫سليم‪ :‬وايي چې‪:‬‬

‫پښتونه راغونډېږه‬ ‫ورېځ د پسرلي شه په دنيا را وورېږه‬

‫پښتونه راغونډېږه‬ ‫په درمن د دښمن لکه د تندر وځلېږه‬

‫ټولو دوستانو داد وکړ‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬څه ځلمي خياالت دي!‬

‫رفيق‪ :‬دا هم د هغې حصه ده‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬کم بخته څومره ځېلي ده!‬

‫اکبرخان‪ :‬د پښتون لور ده‪ ،‬خپل هوډ کله پرېږدي‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬دا چاربيته ده؟ په دې خبره ټول دوستان په خندا شول‪.‬‬

‫سليم‪ :‬هو کاکا! دا چار بيته ده‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬ښه صاحب! وړاندې ارشاد؟‬

‫سليم‪ :‬وايي چې‪:‬‬

‫دښمن ته جدا کړی د يو بل نه په حکمت يېدا ځکه په ذلت يې‬

‫تېر شوی حکايت يې‬ ‫محروم له ډېره وخته له عزت او حريت يې‬

‫زړه شمع کړه په خواوشا تياره دې وژړېږه پښتونه راغونډېږه‬

‫رفيق‪ :‬په دې ملي طرز کې يې هم شاعرانه خصوصيات نه دي پرېښي؟‬

‫عصمت هللا‪ :‬هر شعر يې د پښتونولۍ آيينه ده‪.‬‬

‫سليم‪ :‬بيا وايي‪:‬‬

‫پردي رنگونه پرېږده په خپل رنگ کې نمايان شه افغان اوسه افغان شه‬

‫ُمحکم د غر په شان شه‬ ‫پلکونو ته د وخت ونيسه ځان لکه سندان شه‬

‫پښتونه راغونډېږه‬ ‫کمر د شگو نه يې په تش باد مه رانړېږه‬

‫بيا وايي‪:‬‬

‫مندڼ که يوسفزی يې‬ ‫ُمهمند يې که شينواری که غلجی که دُرانی يې‬

‫‪131‬‬
‫خټک که بېټنی يې‬ ‫وردگ که اورکزی که خوگياڼی که اپريدی يې‬

‫پښتونه راغونډېږه‬ ‫وزير يې که مسعود يې يو مرکز ته روانېږه‬

‫ټولو په دې کړۍ يو شور جوړ ک ړ او داس ې بې پن اه داد يې ورک ړ‪ ،‬چې ک ړکۍ څخ ه ناس تو اجينک و هم بې اختياره داد‬
‫ورکړ او ځينې ځينې دوستانو د گلرخ او صفيې تت غوندې آوازونه هم واورېدل‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬نزدې نزدې ټولې پښتنې قبيلې يې په دې يوه کړۍ کې راوستلې دي‪ ،‬هغه درياب پ ه ک وزه کې بن دول هم دې‬
‫ته وايي‪.‬‬

‫اسلم حان‪ :‬دومره تپې دريادېدې څرنگه؟ دوستان ټول مسکي شول او اکبرخان په خندا خندا وويل‪(( :‬گورې کنه! چې بابا‬
‫مې پوهېږي؟))‬

‫سليم‪ :‬ـــــ‬

‫دا ولې داسې خوار يې‬ ‫پښتونه ته شريف يې ته اقا يې ته بادار يې‬

‫دُنيا کې نامه دار يې‬ ‫شيرشاه خو راپه زړه کړه ته د پښته نه سردار يې‬

‫پښتونه راغونډېږه‬ ‫بيا نن دې په دې ښکلو شازلمو باندې نازېږه‬

‫سليم‪ :‬وروستۍ کړۍ واورئ!‬

‫ښکاره په هندوستان ده‬ ‫هم ستا له ملکه شوې غلبه د مسلمان ده‬

‫حمله دې يو طوفان ده‬ ‫تکيه دې همېشه په يو هللا او په قرآن ده‬

‫پښتونه راغونډيږه‬ ‫رايو ولې ولې شه لکه سيند راوچلېږه‬

‫په اخر کې بيا ټولو دوستانو داد ورکړ‪ ،‬خو د يوسف خان په مخ يوه داسې شخړه گرځېده‪ ،‬چې د غم‪ ،‬حيا او د ل ور پ ه‬
‫قابليت د تفاخر گډوډ اثرات پکې ليدل کېدل‪.‬‬

‫سليم‪ :‬سره د دې چې په دې نيمکۍ کې څه دومره شاعري نه ده شوې‪ ،‬خو په نفسياتي طور دا يوه کاميابه نيمکۍ ده او د‬
‫دې په آخري کړۍ کې خو يو داسې تاريخي حقيقت ځالنده دی‪ ،‬چې هډو زما نه د بحث په دوران کې هير شوی و‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬هغه کوم؟‬

‫سليم‪ :‬وايي کنه چې هم ستا له ملکه شوې غلبه د مسلمان ده!‬

‫عصمت هللا‪ :‬دا خو يو ځالند حقيقت دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬نو عزت مندو وروڼو! تاريخ مونږ ته ښايي‪ ،‬چې کوم وخت عرب په اس المي حيثيت س قوط ت ه ماي ل ش ول‪ ،‬ن و د‬
‫اسالمي غلبې نښان د پښتونخوا نه پورته شو‪.‬‬

‫په دې کې نسيم خان دننه راغی‪ ،‬ويې ويل‪(( :‬چې دادا ډوډۍ تياره ده))‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬شکر دی!! سليمه څه پټې دانې؟‬

‫‪132‬‬
‫رفيق‪ :‬څه انگور منگور؟‬

‫عصمت هللا‪ :‬څه د چرگ پالو؟‬

‫اسلم خان‪ :‬څه دغه؟ ته کسه چې نوم يې رانه هېر شو‪ ،‬هغه څه ورته وايي‪ ،‬کير نه دی‪ ،‬خو د کير په څير دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬فېرني؟‬

‫اسلم خان‪ :‬هو هو! فېرني فېرني!‬

‫سليم‪ :‬هر څه ډېر دي‪ ،‬تشريف راوړئ!‬

‫د دې نه پس ټول دوستان د ډوډۍ کمرې ته الړل‪.‬‬

‫دولسم باب‬
‫(نوې خبرې)‬
‫نن گ رمي ډې ره زيات ه وه او جميلې ال د س حر ن ه پ ه خپل ه مدرس ه کې د بجلۍ پکی چل ولی و‪ .‬هلک ان جينکۍ ال ن ه وو‬
‫راغلي او جميله د يو کتاب په مطالعه کې مشغوله وه‪ .‬د هغې د سر نه لوپټه جدا شوې وه او يو طرف ت ه يې پ ه مخ د وېښ تو‬
‫يو ښکلی لړ راځوړند و‪ .‬هغه اوس د پخوا نه ډېره ښکلې ښکارېده‪ ،‬د هغې د کړه وړه نه معلومېدل‪ ،‬چې د هغې هغه پخواني‬
‫خياالت چې د مړغيژنو کليو (غوټيو) په څېر به وو‪ ،‬اوس خندني گلونه دي‪ .‬هغې سره نژدې په سټول ي وه لفاف ه پرت ه وه او‬
‫ورسره يو نيم غوندې ليکلی کاغذ هم پروت و‪ .‬داسې معلومېدل‪ ،‬لکه چې هغې يو مکتوب نيمگړی پ رې ايښ ی وي‪ ،‬چې پ ه‬
‫دې کې رفيق د کور د ډډې نه مدرسې ته را ننووت‪ .‬هغه په دروازه کې ودرېد او د جميلې د ښايست په ننداره کې پ ه خپل ه‬
‫هم ننداره شو‪ .‬داسې ښکارېدل‪ ،‬لکه د هغه نظر چې بالکل د سترگو نه کډه ک ړې وي او د ي و ج ال پ ه څ ېر د جميلې پ ه مخ‬
‫ورغوړېدلی وي‪ ،‬خو هغه په دې محويت کې ډېر ځنډ ونه کړ‪ ،‬ارغشی يې وکړ او ورو ورو ورروان ش و‪ .‬جميلې د ه ر څ ه‬
‫نه اول هغه نيم ليکلی مکتوب راواخيست‪ ،‬ويې نغښت او په جيب کې يې واچوه‪ .‬رفيق پوه شو‪ ،‬چې دا د جميلې څه ذاتي خط‬
‫وه‪ ،‬هېڅ يې ونه ويل‪ ،‬راغی او د سټول دپاسه کښېناست‪.‬‬

‫جميله‪ :‬رفيق صاحب! زما په دې کرسۍ کې نه!‬

‫رفيق‪ :‬استادې! دا خو دې بيا د هغه پخواني بحث دروازه پرانيسته!‬

‫جميله‪ :‬د کوم بحث؟‬

‫رفيق‪ :‬هغه څه وه‪ ،‬چې يوه ورځ دې ويلي وو‪ ،‬چې سړي د ښځو نه برتري لري‪.‬‬

‫جميله‪ :‬هن! را ياد شو‪ ،‬خو پخوانۍ خبرې يادول څه فايده لري؟‬

‫‪133‬‬
‫رفيق‪ :‬ولې استادې! ماضي خو د ځان سره ډېر ښکلي څيزونه وړي‪ ،‬که هغه مونږ ته په الس ن ه ش ي راتلی‪ ،‬ن و د هغ و‬
‫په ياد خو زړه ته ډاډ ورکول بده خبره نه ده‪.‬‬

‫جميله‪ :‬په تېر پسې ارمان‪ ،‬په بني آدم کې جمود او بې حسي پيدا کوي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬زه وايم چې په تېر پسې ارمان کول د مستقبل دپاره يو بيدار نظ ر پيداکول دي‪ .‬څرنگ ه چې ت اريخ خپ ل گ ردان‬
‫کوي‪ ،‬دغه شان د ماضي د تېرو واقعاتو څه کړۍ د مستقبل نه ح ال ت ه راځي‪ .‬ک ه م ونږ د ماض ي هغ ه خپلې خ امۍ ه يرې‬
‫کړو‪ ،‬نو مستقبل به هيچرې هم مونږ ته د خوشحالۍ پانگه را نه وړي‪.‬‬

‫جميله‪ :‬دا خو رفيقه تا جدا بحث شروع کړ‪ ،‬زما مطلب خو دا وه‪ ،‬چې کوم کار د الس نه وځي‪ ،‬نو په هغه پسې غم پک ار‬
‫نه دی‪ .‬د نا ممکن څيز خواهش کول نه يوازې د خپل حال بې کاره تيرول دي‪ ،‬بلکې د مستقبل نه هم س ترگې پ ټې س اتل دي‬
‫او هو! زما خو فکر نه وه‪ ،‬د پکي باد خو هډو په تا لگي نه! صبر وکړه چې زه‪...‬‬

‫رفيق‪ :‬نه نه مهرباني! زما دومره گرمي نه کېږي‪.‬‬

‫جميله‪ :‬او زما خو بد حال دی‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬ته! ته نامې خدا ځوانه يې‪ ،‬گرمي خو به دې خود کيږي‪.‬‬

‫جميله په دې خبر‪ ،‬څه کچه غوندې شوه‪ ،‬د هغې اوږدو اوږدو بڼو په ځمکه يو فرش غوندې جوړ کړ‪.‬‬

‫جميله‪ :‬زما خو دا خيال نه وه‪ ،‬چې ته به بوډا يې؟‬

‫رفيق‪ :‬ولې نو ځواني څه ښه شی دی څه؟‬

‫جميله‪ :‬په تا به تېره وي‪ ،‬اندازه به يې درته معلومه وي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬او تا ته؟‬

‫جميله‪ :‬ښځه چې کونډه شي‪ ،‬هم هغه ورځ يې د زړبودۍ ابتدا وشي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬ولې نو کونډه بيا د ځوانۍ په ورځ کې قدم نه شي اېښودی؟‬

‫دې خبرې د جميلې په احساس کې نغمې پيدا کړې‪ ،‬هغې د غونچې په څېر په کرسۍ کې يو لېونی او رنگين ح رکت‬
‫وکړ‪.‬‬

‫جميله‪ :‬په تا مې رحم راځي‪ ،‬چې تا هډو د ځوانۍ په ورځ کې قدم کېنښود؟‬

‫رفيق‪ :‬او هسې وچ په ناحقه زوړ شوم‪ .‬د دې خبرې سره يې وخندل‪.‬‬

‫جميله‪ :‬هو کنه! تا خو د هندوستان تر آزادۍ واده ته غاړه نه کېښوده‪ ،‬غالم بچي دې نه پيداکول‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬په خپله دې اوس ويل‪ ،‬چې د تيرو خبرو يادول فضول وي‪ ،‬خو م ا درت ه وي ل‪ ،‬چې د ماض ي ه ېرول ممکن ن ه‬
‫دي‪.‬‬

‫جميله‪ :‬هندوستان خو آزاد شو‪ ،‬اوس دې څه خيال دی؟‬

‫رفيق‪ :‬اوس به هندوستان ته تگ غواړي نو! په دې خبره جميله په خندا شوه او د هغې سره رفيق هم مسکی شو‪.‬‬

‫‪134‬‬
‫جميله‪ :‬او پاکستان؟‬

‫رفيق‪ :‬گورو به چې کوم طرف ته به اوړي نو‪ ،‬خلک يې د آئين انتظار کوي‪ ،‬خو اوس مونږ سره د خپل پښ تون ق ام غم‬
‫دی‪.‬‬

‫جميله‪ :‬څرنگه غم؟‬

‫رفيق‪ :‬فيرنگيانو چې پښتون په کومه طريقه ټوټې ټوټې کړی دی او د اتحاد او ترقۍ نه يې پاتې کړی دی‪ ،‬که د پاکس تان‬
‫د جوړېدو نه پس هم هغه شان پاتې شي‪ ،‬نو ‪...‬‬

‫جميله‪ :‬ښه! دا ځکه نن سبا پښتانه ځلمي د اتحاد او اتفاق خبرې کوي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬هو کنه!‬

‫جميله‪ :‬د سليم څه خيال دی؟‬

‫رفيق‪ :‬هغه خو د دې زلمو رهنما دی او په دې معامله کې ډېر ځالنده خياالت لري‪ ،‬خو استادې ستا خپل خياالت څرنگه‬
‫دي؟‬

‫جميله‪ :‬زما؟ زه به څه يم او زما خيال به څه وي‪ ،‬هغه د چا خبره چې څه چتی او څه د چتي ښوروا؟‬

‫رفيق‪ :‬نه استادې! استادي مه کوه‪ ،‬زه چې څومره پوهېږم‪ ،‬نو زما نه هم ستا خياالت اوچت دي‪.‬‬

‫جميله مسکۍ شوه‪.‬‬

‫جميله‪ :‬بيا دې د باد ټټو جوړ کړ کنه!‬

‫رفيق‪ :‬نه نه! زه درته رښتيا وايم‪.‬‬

‫جميله‪ :‬شکريه! ستا خياالت زما په هکله ډېر نېک دي‪ ،‬خو زه د دې قابله نه يم‪ ،‬خو خير! زم ا راي ه دا ده‪ ،‬چې د زلم و‬
‫دا تکل ډېر ښه دی‪.‬‬

‫رفيق په دې خبره دومره خوشحال ش و‪ ،‬چې د گالب د گ ل پ ه څ ېر د هغ ه پ ه اننگ و کې خوش حالو او خن دنو ت اثراتو‬
‫غځونې وکړې‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬شکر دی! چې ستا زمونږ د خيال سره اتفاق دی‪ ،‬تا به ((نوی يښتون)) نه وي کتلی؟‬

‫جميله‪ :‬نوی پښتون څه چې‪ ،‬پښتونه راغونډېږه مې هم لوستی دی!‬

‫رفيق‪ :‬گوره کنه استادې! چې وفا هم د خپلې شاعرۍ رنگ بدل کړ‪.‬‬

‫جميله‪ :‬د قام ميړنۍ پېغلې همدغه شان کوي‪ ،‬خو خان په تا د وفا نامه ډېره خوږه ولې لگي؟ او د دې س ره يې پ ه رفيق‬
‫يو شوخ نظر وغورځاوه‪ ،‬رفيق د دې برېښنا مقابله ونه کړای شوه‪ ،‬سترگې يې بېواکه ښکته شوې‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬هو استادې! د وفا په نوم کې هم زما د يو خوب تعبير پټ ښکاري‪.‬‬

‫جميله‪ :‬څرنگه؟‬

‫‪135‬‬
‫او د دې جملې سره هغې بيا په يو شوخ نظر رفيق ته وکاته‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬ما خو درته پخوا هم ويلي وو چې ‪ ...‬د وفا شخصيت ستا په تندي کې برېښي‪.‬‬

‫جميلې ځان سنجيده کړ‪.‬‬

‫جميله‪ :‬هو کنه! غوايه په خوب کې کنجاړه ويني‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬رحمن بابا وايي چې‪:‬‬

‫سل يارۍ د يوه يار دپاره کېږي‬

‫نو استادې که د وفا نوم زما په احساساتو کې د خوشحالۍ څپه پيدا کوي‪ ،‬نو دا به د چا له مخه وي‪.‬‬

‫جميلې بيا سترگې ټيټې کړې‪ ،‬رفيق زړور شو‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬غشي گل زيړۍ وويشتل‪.‬‬

‫جميله‪ :‬ډېره بېواکه لېنده ده‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬که بېواکه ده‪ ،‬خو چې گوزار کوي‪ ،‬نو دواړه الس جوړه کړي‪.‬‬

‫جميله‪ :‬لکه د هندوانو!‬

‫او د دې سره يې يوه داسې پېغله خندا وکړه‪ ،‬چې د رفيق په جذباتو کې يې يو طوفان پيدا کړ‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬د هند زلفو سره چې هندو نشي‪ ،‬کار کله کېږي؟‬

‫جميله‪ :‬د وفا شاعري دې شروع کړه؟‬

‫رفيق‪ :‬استادې! زما په زړه کې د ډېرې مودې راهيسې يوه خبر اړخونه بدلوي‪ ،‬راوتو ته بې قراره ده‪ ،‬خ و چې س تا مخ‬
‫ته وگوري‪ ،‬نو وبوږنېږي او بېرته د زړه په ژورو کې ورکه شي‪.‬‬

‫جميله‪ :‬د داسې کمزورې وېرندوکې خبرې به ال اثر څه وي؟‬

‫رفيق‪ :‬منع کېږي خو هم نه کنه؟‬

‫جميله‪ :‬څه بې شرمه غوندې خبره ښکاري!‬

‫په دې خبره بيا جميلې وخندل‪ ،‬رفيق هم مسکی شو او په خپله امسا يې په مزکه باندې د زړه خاکه جوړول شروع کړل‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬خير! خو زه دې ته حيران يم‪ ،‬چې خبر هم ښځه ده‪ ،‬نو بيا دا ښځې نه شرمېږي ولې؟‬

‫جميله‪ :‬که خبره شرمېږي نو‪ ،‬کالم رابهر ک ړه‪ ،‬هس ې هم ش اعر يې؟ پ ه دې خ بره ن و د رفيق د مينې د ج ذبې س ره د‬
‫جميلې د قابليت اعتراف او احساس هم ملگری شو‪ ،‬هغه په جميلې يو پاکلمنی سپېڅلی نظر واچوه‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬کالم راغی او هغه خپلې محترمې استادې ته وايي‪ ،‬چې رفيق د هغې سره محبت کوي‪.‬‬

‫د ډېرو ورځو بې قرار محبت اخر زړور شو او کومه خبره چې دواړو پټه ساتله‪ ،‬د باندې راووته‪.‬‬

‫‪136‬‬
‫جميلې سر ښکته کړ او د هغې ښکلي وېښته په اننگو ورخواره شول‪ ،‬بې اختياره د هغې الس لوپټې ت ه هپ ه وک ړه‪ ،‬س ر‬
‫يې پټ کړ او په دې رفيق د مينې نه يوه ډکه خندا وکړه او بيا يې ورو وويل‪(( :‬استادې!))‬

‫جميلې اوس ټيټ کتل‪ ،‬د هغې اننگي تک سره شوي وو‪ ،‬حيا يې پېغله ښکارېده‪.‬‬

‫جميله‪ :‬رفيقه! دا ستا يوه برسېرنه جذبه ده؟ که ‪...‬‬

‫د دې ن ه وړان دې وين ا ت ه د هغې حيا اج ازت ورن ه ک ړ‪ ،‬د رفيق پ ه مخ اوس د محبت د کاميابۍ ج ذبې ي وه س پېڅلې‬
‫سنجيدگي پيدا کړې وه‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬استادې! گرانې استادې! څلور کاله دې ماسره تېر شول‪ ،‬زما په کږو پوهه شوې يې؟‬

‫جميله‪ :‬نه! خو بيا هم‬

‫رفيق‪ :‬چې اوس هم دا جذبه زما د زړه د ژورو نه راوتلې نه وي‪ ،‬نو بيا خو زما د انسانيت دعوې ‪...‬‬

‫جميلې د رفيق خبره پرې کړه‪ ،‬اوس هغې په خپلو جذباتو قابو موندلې وه‪.‬‬

‫جميله‪ :‬رفيقه! زه ستا د دې پاکې مينې قدر کوم‪ ،‬خو ت ه فک ر وک ړه‪ ،‬زه کون ډه رن ډه‪ ،‬غريب ه او ت ه ځلمی‪ ،‬دولت من د زه‬
‫گمنامه او ته نا مور!‬

‫رفيق‪ :‬دا خبرې زما دپاره هېڅ مفيدې نه دي‪ ،‬زه د اصول پابند يم او هغه هم د اسالمي اص ولو! زم ا دا خيال دی‪ ،‬چې‬
‫ما د خپل ژوندانه د ملگرتيا دپاره د يو بهترين ملگ ري انتخ اب ک ړی دی‪ ،‬خ و س خ (ط الع) ب ه زم ا وي‪ ،‬ک ه هغ ه هم زم ا د‬
‫ملگرتيا دا دعوت قبول کړي‪.‬‬

‫جميله چپ شوه‪ ،‬د هغې په مخ د روحاني خوشحالۍ يوه ښکلې رڼا ښکاره شوه‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬زما محترمه استاده! که صرف دومره ووايي‪ ،‬چې ملگرتيا قبوله! نو بس زه به پوه شم‪ ،‬چې زما د ځوان عم ر پ ه‬
‫ښايست کې ډيوې بلې شوې!‬

‫جميلې خولې ته لوپټه نيولې مسکۍ کيده‪.‬‬

‫جميله‪ :‬اوس خو يې ايله د ټول عمري ملگرتيا درخواس ت وک ړ او سمدس تي يې ايج اب او قب ول هم ش روع ک ړل‪ ،‬توب ه‬
‫توبه!! په دې خبره دواړو يو بل ته وکتل‪ ،‬په خندا شول‪ ،‬خو د هغوی د خندا انگازه ال په مدرسه کې گرځې ده‪ ،‬چې ي و الس‬
‫د بهر نه را ننووت‪ ،‬په هغه کې يوه لفافه وه‪ ،‬جميلې الس ورتېر کړ‪ ،‬لفافه يې واخيسته‪ ،‬خو د رااخيس تو پ ه وخت کې هغې‬
‫دا خبره محسوسه کړه‪ ،‬چې خط ورکوونکي لفافه په الس کې لږه غوندې ټينگه کړه‪ .‬د يوې لحظې دپاره د جميلې هغه ښکلی‬
‫الس لفافه ورکونکي ښه وليد او بيا د هغه د قدمونو د ښکالو نه معلومه شوه‪ ،‬چي هغه واپس الړ‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬څه دي استادې؟‬

‫جميله‪ :‬ستا د نامې لفافه‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬مهرباني! راکړه!‬

‫جميلې لفافه ورکړه‪ ،‬رفيق يې سرنامه ولوسته‪ ،‬د هغه په نوم وه‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬د خان بهادر صاحب خط دی‪ ،‬نن ماښام ته يې دعوت کړی دی‪ .‬استادې! که خوښه دې وي‪ ،‬نو ته هم الړه شه!‬

‫‪137‬‬
‫جميله‪ :‬زه د دې خبرې قايله نه يم‪ ،‬چې ((مان نه مان مين تيراه مهمان))‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬دلته به درته د پښتو څه متل نه وه ياد نو‪.‬‬

‫جميله‪ :‬مونږ دلته د اردو په وجه نزدې نزدې پښتو هېره کړې ده‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬دلته دې داسې ويلی شول‪ ،‬چې د سلو بلليو ځای کېږي‪ ،‬خو د يو نابللي نه کېږي‪.‬‬

‫جميله‪ :‬هډو زما ځواب تا په خپله وکړ‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬هغه د ايجاب او قبول خبره خو پاتې شوه‪.‬‬

‫په دې وخت کې د دواړو سترگې مخامخ شوې او دواړو ناڅاپه داسې وخندل‪ ،‬چې د هغوی خندا د دوو نه‪ ،‬بلکې د ي وې‬
‫خولې خندا معلومه شوه‪.‬‬

‫جميله‪ :‬د استادې احترام خو په کار وي!‬

‫رفيق‪ :‬د شاگرد دلجويي خو هم بدکارنه دی‪.‬‬

‫جميله‪ :‬داسې شاگردان ډېر استادان وي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬هو! او دا قسمه استادانې د ډېرو شاگردانو نه کامياب استادان جوړولی شي او د دې س ره د هغ ه الس د جميلې پ ه‬
‫ښکلي الس يوه سپکه څاپېړه تېره کړه‪ .‬جميله د بې خوده احساساتو چپو په مخه اخيستې وه او د رفيق سترگو د هغې په مخ‬
‫د پاکې مينې جذبات قربانول‪ ،‬چې په دې کې د هلکانو بهير مدرسې ته راننوت‪(( ،‬استادې! س الم عليکم‪ ،‬س الم عليکم‪ ،‬س الم‬
‫عليکم))‪ ،‬يو بې ترييبه شور جوړ شو‪ ،‬دغو سالمونو جميله په هيبت کړه او ال د هغې د خولې نه وعليکم الس الم ن ه وو وتلي‪،‬‬
‫چې مدرسې ته يوه برقعه پوشه ښځه راننوته‪ .‬جميلې او رفيق هغې ته د استفهام په نظر وکتل‪ ،‬خ و ال دې دواړو څ ه ويلي ن ه‬
‫وو‪ ،‬چې هغې السالم عليکم وويل او برقعه يې د مخ نه پورته کړه او هغوی ځان ته مخ امخ لطيف ه بيگم مس کۍ والړه وليده‪،‬‬
‫رفيق حيرانۍ په مخه واخيست‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬مېډم لطيفه او د پښتنو بيبيانو په لباس کې ؟ دا زه څه وينم؟ دا ته چرته؟‬

‫لطيفه‪ :‬رفيقه! د لباس د تبديلۍ خبرې به پسته کوو‪ ،‬خو زمونږ د پنج رې ن ه ي وه بلبل ه ال وتې وه‪ ،‬د ډې ر لټ ون ن ه پس يې‬
‫درک معلوم شو‪.‬‬

‫او د دې سره يې په جميلې يو خوشحال نظر واچوه‪ ،‬په دې وخت کې د جميلې ح ال د کت و وه‪ ،‬د هغې ټ ول ب دن رپن دي‬
‫اخيستی وه او رنگ يې د زعفرانو په شان زېړ وه‪ ،‬هغې د خواست او منت په نظر لطيفې بېگم ته کاته‪ .‬رفيق نور د فکر پ ه‬
‫ټال وخوت‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬ستا دې د منت او زارۍ نظرونو‪ ،‬زه يو ځل تېروېستلې يم او زما په تېروتو ستا پالر ته څ ه کم ه ص دمه ن ه ده‬
‫رسېدلې؟ زه به تاته بله موقع نه درکوم؟ وفا ته اوس گېره شوې‪ ،‬د وفا نوم اورېده و‪ ،‬چې د رفيق خوله د ډېرې ح يرانۍ ن ه‬
‫وازه پاتې شوه او په بقو بقو حيرانو سترگو يې جميلې ته وکتل‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬خورشيد جهان! زه اميد کوم‪ ،‬چې ته به اوس د ښو اصيلو پېغلو په شان د ضد وسله کې ږدې!‬

‫رفيق‪ :‬خورشيد جهان؟ وفا؟ محبوبه؟ جميله؟‬

‫لطيفه‪ :‬دلته جوړ جميله جوړه شوې وه‪ ،‬خير! هر څه چې وه‪ ،‬تېر شول‪ ،‬شکر دی چې انجام په خير شو‪.‬‬

‫‪138‬‬
‫د دې نه پس لطيفې بېگم د مدرسې ماشومانو ته مخ کړ او ويې ويل‪(( :‬ځئ بچو چوټي ده!))‬

‫بچو په حيرانتيا حيرانتيا خپلې استادې ته وکتل او هغې هم ورت ه پ ه کم زوري اواز ووي ل‪(( :‬چ وټي ده))‪ ،‬ماش ومانو ي و‬
‫خوشحال غوندې بې ترتيبه شور جوړ کړ او ټول په دو دو کورون و ت ه روان ش ول‪ .‬لطيف ه بيگم ورغل ه‪ ،‬خورش يد جه ان يې‬
‫ښکل کړه‪ ،‬په سينې پورې يې ونيوه‪ .‬د خورشيد جهان په سترگو کې بې قراره اوښکو اړخونه ب دل ک ړل‪ .‬رفيق ورت ه کت ل‪،‬‬
‫چې د هغه جميله استاده‪ ،‬سره د خپلې درنې سنجيدگۍ اوس بالکل يوه داسې ساده پېغله ښکارېده‪ ،‬کومه چې د م ور پ ه س ينې‬
‫پورې نښتې وي او د مينې اوښکې تويوي‪ .‬د دې عجيبه نندارې په عين جوش کې د مدرسې دروازه وټکېده او د بهر ن ه ي و‬
‫دروند غږ مدرس ې ت ه رانن ووت‪(( :‬زه دنن ه راتلی ش م!)) د دې غ ږ اورې دل و‪ ،‬چې خورش يد جه ان د وچې پ اڼې پ ه څ ېر‬
‫ورپېده‪ ،‬رفيق په خوشحالو سترگو خورشيد جهان ته وکتل‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬خان بهادر صاحب هرکله هرکله! په ډېره خوشحالۍ راتلی شئ!‬

‫خان بهادر يوسف خان مدرسې ته راننووت او کوم وخت چې د هغه او خورشيد جهان سترگې مخامخ شوې‪ ،‬په هغو کې‬
‫غرېونيولې خوشحالۍ اړخونه بدلول‪ .‬د خورشيدجهان د خولې نه بس دومره ووتل‪(( ،‬چې بابا جان ه!)) ور دو يې ک ړل او پ ه‬
‫پښ و يې پرېوت ه‪ .‬يوس ف خ ان راپورت ه ک ړه‪ ،‬خپلې س ينې ت ه يې جوخت ه ک ړه او د س ترگو ن ه يې‬
‫بې اختياره اوښکې روانې شوې‪ .‬خورش يد جه ان س لگو نيولې وه او اوښ کې يې د مرغل رو پ ه څ ېر د خپ ل پالر پ ه س ينه‬
‫راورېدې او وار په وار به يې ويل‪(( :‬بابا جانه ما معافه کړه! باباجانه ما ستا زړه ته ډېره صدمه رسولې ده!)) يوسف خان به‬
‫ورو ورو په شا ټپوله او ويل به يې‪(( :‬زما بچۍ! زما بچوړې!)) لطيفه بيگم او رفيق د لور پالر د دې روحاني خوش حالۍ ن ه‬
‫څه داسې کيفيت او خوشحالي حاصله کړې وه‪ ،‬چې د خوشحالۍ اوښکو د هغو په اننگو کې زړه راښکونکې برېښنا کوله‪ .‬يو‬
‫ساعت پس د جذباتو طوفاني چپو ساه واخيسته او ټولو د يو بل سره د مخاطبې احساس وکړ‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬حيراني ده! زه څه خبر وم‪ ،‬چې کونډه جميله‪ ،‬محبوبه او خورشيد جهان وفا درېواړه د يو شخصيت نوم دی او بيا‬
‫تاسو ته څه پته ولگېده؟‬

‫يوسف خان‪ :‬د ماضي يوه تېره واقعه د مستقبل په تيارو کې ډېره رڼا پيداکولی شي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬څرنگه خان؟‬

‫يوسف خان‪ :‬ستا به ياد وي‪ ،‬چې يو څو کاله پخوا مونږ ته اکبرخان او اسلم خان مېلمستيا کړې وه!‬

‫رفيق‪ :‬هو هو! ډېر ښه مې ياد دي‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬نو کوم وخت چې د دعوت نه پس مېلمانه رخصت شول او ما د سليم سره د رخصتۍ جوړ تازه کول‪ ،‬نو د‬
‫هغې د خور سره يوه بله جينۍ هم موټر ته وخته‪ ،‬چې په هغه وخت کې هغې ځان ته محبوبه ويل!‬

‫رفيق‪ :‬هو هو!‬

‫يوسف خان‪ :‬او کوم وخت چې محبوبې د برقعې سمولو دپاره يو الس راووېست‪ ،‬نو په الس يې ي وه گوت ه وليدل ش وه‪،‬‬
‫چې هغه ما د خورشيد جهان دپاره جوړه کړې وه‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬د قدرت کارونو ته فکر پکار نه دی؟‬

‫يوسف خان‪ :‬زه هغې گوتې ته ډېر حيران شوم‪ ،‬خو چې نن زه او مېډم لطيفه په دې الر تېرېدو‪ ،‬نو ما د بېگا دپ اره د‬
‫دعوت دا خط په مدرسه کې درگوزارولو‪ ،‬چې تاته ورسي‪ ،‬خو د خط د اخيستو دپاره چې کوم ي و الس به ر ت ه راووت‪ ،‬ن و‬
‫هغه گوته يې لرله‪ ،‬ما د يو ساعت دپاره لفافه په الس کې کلکه کړه او په دې لږ ساعت کې زما تسلي وشوه‪ ،‬چې دا هم هغ ه‬

‫‪139‬‬
‫گوته وه‪ ،‬کومه چې ما د خورشيد جهان دپاره ج وړه ک ړې وه‪ .‬ورغلم او مې ډم لطيف ه مې خ بره ک ړه‪ ،‬هغ ه راغل ه او مخکې‬
‫چې څه وشول‪ ،‬هغه تاسو ته معلوم دي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬الحمدهلل چې پالر لور سره يو ځای شول‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬زه ستا مشکور يم رفيقه! چې تا خورشيد دلته وساتله او اميد دی‪ ،‬چې هغې ته به هېڅ تکليف نه وي شوی‪.‬‬
‫زه په دې خبره د خورشيد نه هم ډېر خوشحال يم‪ ،‬چې هغې د خپل شريف استاد د کور ن ه د وت و س ره ي وه بل ه داس ې ش ريفه‬
‫کورنۍ په سترگو کې نيولې وه‪ ،‬چې د هغې د سيوري د الندې د يو بې داغه ژوند تېرولو اميد کيدی شو‪.‬‬

‫خورشيد‪ :‬او بابا جانه! هغه اميد بالکل په ځای وه‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬زه د خورشيد جهان په دې ملگرتيا وياړم! د هغې په وجه زما په اخالقي هنداره کې څه ډېره ځال پيدا ش وې ده‪.‬‬
‫زمونږ د کورنۍ بچو ته يې ډېر په اخالص تعليم ورک ړی دی او چې دا اوس الړه ش ي‪ ،‬ن و زه ب ه دا گڼم‪ ،‬چې زم ا او زم ا د‬
‫خاندان د بچو بخت الړلو!‬

‫يوس ف خ ان مس کی ش و او لطيف ه بېگم ت ه يې د مطلب پ ه نظ ر وکت ل‪ ،‬چې پ ه هغ ه کې د رفيق او‬


‫خورشيد جهان د تعلقاتو په هکله تپوس هم شامل و‪ .‬لطيفه بېگم د سترگو په رپ کې پ ه مطلب پوه ه ش وه‪ ،‬هغې د خورش يد‬
‫جهان د غاړې نه الس چاپېره کړل‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬خورشيد به خپل شاگردان داسې يوازې کله پرېږدي؟‬

‫يوسف خان‪ :‬زه هم دا غواړم‪ ،‬چې خورش يد پ ه خپل ه خوښ ه د خپ ل ژون د الر ج وړه ک ړي‪ ،‬پ ه دې م وده کې چې زم ا‬
‫څومره ترخه تجربه شوې ده‪ ،‬دا به بس وي ‪ ......‬ښه نو اوس خبره دا ده چې بيگ ا ت ه زم ا ل ه پل وه د دوس تانو مېلمس تيا ده‪،‬‬
‫رفيقه! لطيفه به درپسې راځي او تاسو دواړه به ورسره راځئ! زه به نن گل رخ‪ ،‬ص فيې او حليمې ت ه ص رف دوم ره ووايم‪،‬‬
‫چې ما ستاسو دپاره څه خوشحالې حيرانۍ ساتلې دي او رفيقه! تاسو به په دې کې انکار نه کوئ!‬

‫بيا يې مخ خورشيد جهان ته وگرځاوه او ويې ويل‪(( :‬ولې بچۍ؟))‬

‫رفيق‪ :‬زما خو هډو انکار نشته او بيا د مېلمستيا نه انکار کول خو هسې هم ‪...‬‬

‫خورشيدجهان‪ :‬باباجانه! چې ستا داسې خوښه ده‪ ،‬نو در به شو!‬

‫لطيفه‪ :‬ډېره ښه ده‪ ،‬زه به موټر راولم‪ ،‬خان بهادر صاحب ځه چې ځو!‬

‫يوسف خان‪ :‬مېډم! تا بيا راته خان بهادر وويل! ما خو درته اول هم ويلي دي‪ ،‬چې ما خپل خطاب ف يرنگي حک ومت ت ه‬
‫ورواپس کړی دی‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬نو ته راته مېډم مېډم ولې وايې؟ د دې نوو جامو نه خو مې حيا وکړه‪.‬‬

‫په دې خبره رفيق په خندا شو‪ ،‬خورشيد جهان مسکۍ شوه او سر يې ښکته کړ‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬هو رښتيا! د مېډم نه يو ناڅاپه بېگم جوړېدل خو هم پوره تاريخي خبره ده‪ ،‬دا خبره خو په ځای پاتې شوه؟‬

‫لطيفه‪ :‬بېگا ته به ټولې کوو‪ ،‬راځه خان بهادر صاحب! وۍ توبه! خان راځه!‬

‫دواړه په خندا خندا د مدرسې نه روان شول‪ ،‬لطيفه بېگم په وتو وتو کې ودرېده‪ ،‬مخ يې رفيق ته راواړوه او ويې وي ل‪:‬‬
‫رفيقه! چې دا بلبله درنه بيا وانه لوځي‪ ،‬پوه شوې که نه؟‬

‫‪140‬‬
‫رفيق په خندا شو‪ ،‬دا ځل يې په خندا کې د خورشيد جهان د محبت تاثر هم گډ وه‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬بې غمه اوسه! دا اوس خپل چمن ته رسېدلې ده‪ .‬د يوسف خ ان او لطيفې بېگم د ت گ ن ه پس رفيق او خورش يد‬
‫جهان يوازې پاتې شول‪ ،‬ډېر ساعت دواړه چپ ناست وو‪ .‬په دې لږ ساعت کې چې څومره اهم واقعات شوي وو‪ ،‬هغ و د دې‬
‫دواړو مينو په طبيعت پوره پوره اثر کړی و‪ .‬هغوی محسوس کول‪ ،‬چې د غيريت د دوه الرېځي نه وړاندې د هغ وی د ژون د‬
‫الر يوه شوې ده‪ .‬رفيق د مينې په نظر خورشيد جهان ته کتل‪ ،‬هغه اوس محبوبه او جميل ه ن ه وه پ اتې‪ ،‬بلکې خورش يد جه ان‬
‫وه‪ ،‬خو د هغې دپاره محبوبه‪ ،‬جميله او خورشيد جهان درېواړه نومونه‪ ،‬ځان ځان ته هم د يو شخصيت د احساس دپ اره ک افي‬
‫وو او شخصيت وفا و‪ .‬رفيق د محبت جذبې د واک نه وېستلی و‪ ،‬هغه بې خطرې د خورش يد جه ان پ ه اوږه الس کېښ ود او‬
‫ويې ويل‪(( :‬استادې!)) د هغه په دې آواز کې څه داسې زړه راښکون و‪ ،‬چې د خورشيد جهان په زړه کې پاکې مينې يو څو‬
‫لېوني اړخونه بدل کړل‪ .‬هغې دواړه السونه خپل ښکلي مخ ته ونيول او سر يې د رفيق په سينه کېښود‪ .‬حُسن مينې ته وسله‬
‫کېښ وده‪ ،‬رفيق ورو د هغې پ ه ښ کليو وېښ تو خول ه کېښ وده او بيا يې د هغې پ ه اوږدو اوږدو زلف و رپې دونکي الس‬
‫وگرځېده‪ .‬خورشيد جهان ناڅاپه د ځای نه پاڅېده او په يوې کرسۍ کښېنا سته‪ .‬رفيق ته اوس ايله د خپلې بېواکۍ احس اس‬
‫راغی‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬د دې گستاخۍ معافي غواړم‪ ،‬پاکې مينې تيندک وواهه‪ ،‬مينه خو ړنده وي‪.‬‬

‫خورشيد‪ :‬هوس هم کله کله د مينې په لباس کې راوځي‪ ،‬د هغه پېژندل کله کله ناممکن شي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬د محمدي شريعت محک (زرکاڼی) د هغه دپاره موجود دی‪ ،‬هللا دې دا محک زمونږ د الس نه‪ ،‬نه پرې باسي‪.‬‬

‫خورشيد‪ :‬آمين! د دې سره يې بيا په اننگو کې د حيا سرخۍ يوه منډه وکړه‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬استادې!‬

‫خورشيد‪ :‬هن! گرانه رفيقه!‬

‫رفيق‪ :‬زه نن څومره خوشحال يم‪ ،‬ته پوهېږې؟‬

‫خورشيد‪ :‬په څه خوشحال يې؟ په دې چې زما او د بابا مالقات او روغه وشوه؟‬

‫رفيق‪ :‬په دې هم او په يوه بله خبره هم؟‬

‫خورشيد‪ :‬په کومه بله خبره؟‬

‫رفيق‪ :‬په دې چې بابا دې زما او ستا په محبت پوه دی او په دې خوښ هم دی‪.‬‬

‫خورشيد‪ :‬دا څه وايې؟‬

‫رفيق‪ :‬بس ما درته وويل‪ ،‬وايې وره او منه يې مه!‬

‫خورشيد‪ :‬که داسې وي نو ‪...‬‬

‫خورشيد بيا وشرمېده‪ ،‬سر يې ښکته کړ‪ ،‬رفيق مسکی شو‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬که داسې وي نو څه؟‬

‫‪141‬‬
‫خورشيد‪ :‬ښه به وي نو‪ ،‬ځکه چې ما د خپلواکۍ په سلسله کې د هغوی زړه څه ډېر زيات آزار ک ړی دی‪ ،‬اوس ب ه زم ا‬
‫مطالبې ته هډو ضرورت پاتې نه شي‪ ،‬خو زه د هغوی په تاثراتو هېڅ پوه نه شوم؟‬

‫رفيق‪ :‬ستا په ذهن کې د ډېرې مودې د جدايۍ او د پالر د خفگان تاثرات وو‪ ،‬تا هډو بل څيز ته توجه نه شوه کولی‪ ،‬خو‬
‫گ رانې اس تادې! م ا س ره خ و بس همدغ ه غم و او هم دې خ برې ت ه منتظ ر وم‪ ،‬چې اوس ب ه‬
‫يوسف خان کوم قدم پورته کوي؟ خو چې هغه تا ته همدلته د اوسېدو اجازت درکړ‪ ،‬نو زما يقين وشو‪ ،‬چې هغ ه زم ا او س تا‬
‫په ټول عمري ملگرتيا خوښ دی‪.‬‬

‫خورشيد‪ :‬ښه نو بېگا ته به زمونږ کور ته ځو؟‬

‫رفيق‪ :‬ضرور‪ ،‬ضرور! اهاها! څه د مزې مالقات به وي‪ ،‬گلرخ او صفيه به څومره ح يرانې ش ي او څ ومره خوش حالي‬
‫به وکړي‪ ،‬خورشيد جهان ستا په برکت به زه هم په سړو کې حساب شم‪.‬‬

‫خورشيد د مالمت په نظر رفيق ته وکتل‪ ،‬د هغې په سترگو کې مصنوعي او په شونډو د مينې مسکا ښکارېده‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬ستا بلندې شاعرۍ په ټوله پښ تونخوا کې ي و ش ور ج وړ ک ړی دی‪ ،‬هغ ه لوس تونکي ب ه څ وک وي‪ ،‬چې د وف ا د‬
‫شخصيت نه بې خبره وي او هغه نوميالۍ وفا چې د رفيق د عمر ملگرې شي‪ ،‬نو رفيق به څومره ووياړي‪ .‬خورشيد جهان له‬
‫شرمه سترگې ښکته کړې وې‪ ،‬د خپل قابليت تعريف يې د خپل مين د خولې نه اورېده‪ ،‬د هغې په حسن کې بې ش ماره ډي وې‬
‫بلې شوې‪.‬‬

‫خورشيد‪ :‬دا وياړ ال کوم لفظ دی؟‬

‫رفيق‪ :‬دا د پښتو ژبې خپل توری دی‪ ،‬معنی يې ده فخر‪.‬‬

‫خورشيد‪ :‬ښه ده چې زه الړه شم او جامې بدلې کړم او لويه خ بره دا چې خپل ه د ت رور ل ور ب ه هم د دې ن وې واقعې ن ه‬
‫خبره کړم‪ ،‬د هغې سره زما ډېر زيات غم دی‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬ډېره ښه ده‪ ،‬زه هم کور ته ځم او خپله تياري کوم‪.‬‬

‫خورشيد‪ :‬نن غرمې ته ډوډۍ ماسره وخوره!‬

‫رفيق‪ :‬په دواړو سترگو استادې!‬

‫خورشيد‪ :‬په دواړو سترگو نه‪ ،‬په دواړو ژامو! او د دې سره يې يوه سندريزه خندا وکړه‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬چې څرنگه ستا رضا وي‪ ،‬هغه چا ويلي دي‪ ،‬چې مېلمه د کوربه دغه وي‪ ،‬هغه څه وي استادې! خورشيد جهان‬
‫بيا په خندا شوه‪.‬‬

‫خورشيد‪ :‬رفيقه ته به تر کومې ماته استاده وايې؟‬

‫رفيق‪ :‬تر ژونده! څرنگه چې خورشيد په خپله رڼا الره ښودونکی او زرغونوونکی دی‪ ،‬همدغه شان ته زما دپ اره ثابت ه‬
‫شوې‪ ،‬خو وفا په دې خبره شه‪ ،‬چې زه اوس شاعري پرېږدم!‬

‫خورشيد د لوی گل په شان مسکۍ شوه‪.‬‬

‫خورشيد‪ :‬دا ولې؟‬

‫‪142‬‬
‫رفيق‪ :‬چې د ځلمي شاعري د خپلې ناوې نه کمزورې وي‪ ،‬نو هډو پرېښول يې پکار دي‪ ،‬خورشيد بيا په خندا شوه‪.‬‬

‫خورشيد‪ :‬خير دی سړيه! زه به درله خپل نظمونه درکوم!‬

‫رفيق‪ :‬ته زما نه دا اميد کولی شې‪ ،‬چې زه به په پردۍ مړۍ شخوند وهم؟‬

‫خورشيد‪ :‬دلته د پردي څيز هډو سوال نه پيدا کېږي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬نه نه! داسې نشي کيدی او که چرې داسې مې خوښه شوه‪ ،‬نو بيا به ستا د مقابلې دپاره د س ليم ن ه نظمون ه راوړم‪،‬‬
‫څرنگه؟‬

‫په دې خبره دواړه مسکي شول او رفيق د مدرسې نه بهر ته روان شو‪.‬‬

‫ديارلسم باب‬
‫(خوشحالې حيرانۍ)‬
‫د ماښام نه پس چې رفيق مدرسې ته راننووت‪ ،‬ن و ويې کت ل‪ ،‬چې خورش يد ال ن ه وه راغلې‪ .‬هغ ه د هغې پ ه انتظ ار کې‬
‫کښېناست او پښې يې د سټول دپاسه واچولې‪ .‬هغه د پخوا نه نن ډېر ښکلی ښکارېده‪ ،‬داسې معلومېدل‪ ،‬چې تلونکي وختونه‬
‫په هغه د خوشحاليو پونه وروي او د مستقبل رنگين او خوشحال وختونه د هغه د حال پ ه آيين ه کې مس کي مس کي ک ېږي‪.‬‬
‫کله کله به يې سترگې دروازې ته واړولې او د قدمونو د ښکالو د اورېدو دپاره به يې س اه راښ کله‪ ،‬هرڅ و ک ه دا ويلی ش ي‪،‬‬
‫چې انتظار د مرگ نه سخت وي‪ ،‬خو د رفيق په ننني انتظار کې د ژوند ډيوې بلېدې او د هغه د تاثراتو باقاعدگۍ د تشويش‬
‫لوگي د هغه د ذهن له نړۍ وېستلي وو‪ .‬د موټر بغبغي هغه ته دا خبر راووړ‪ ،‬چې لطيفه بېگم راورسېده او په يوه لخطه کې‬
‫به دننه راشي‪ .‬هغه ال په دې خيال کې و‪ ،‬چې لطيفې بېگم د بهرنه غږ وکړ‪(( ،‬څوک دننه شته؟ زه راتلی شم؟))‬

‫رفيق‪ :‬تشريف راوړه بېگم! هر کله راشه!‬

‫او د دې وينا سره د کرسۍ ن ه پاڅې د‪ ،‬لطيف ه بېگم مدرس ې ت ه راننوت ه‪ .‬برقع ه يې پورت ه ک ړه او پ ه مدرس ه کې يې‬
‫گېرچاپېره د تالش يو شوخ نظر وځغالوه‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬وفا ال نه ده راغلې؟‬

‫رفيق لطيفې ته يوه کرسۍ پېش کړه او په ادب يې ورته د کښېناستو اشاره وکړه‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬ته تشريف کېږده‪ ،‬هغې به د موټر هارن اورېدلی وي‪.‬‬

‫‪143‬‬
‫لطيفه‪ :‬ستا خيال غلط نه دی رفيقه! زه چې د کوم تهذيب دلداده وم‪ ،‬په هغه کې نارينه د ښځو ډېر ادب کوي او که زه نن‬
‫هغه پخوانۍ لطيفه وی‪ ،‬نو په دې کرسۍ به ناس ته هم وم‪ ،‬خ و م ا پ ه مغ ربي ته ذيب کې د انس انيت دپ اره پ وره تس کين او‬
‫پيرزوينه ونه ليده‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬ولې نو دا د ښځو ادب کول په مغربي تهذيب کې څه کمه خبره ده؟‬

‫لطيفه‪ :‬زه د مغربي تهذيب دښمنه نه يم‪ ،‬بلکې د هغه نقاده يم‪ ،‬د گلرخ او صفيې په څېر د اس المي او پښ تون ته ذيب پ ه‬
‫رڼا کې د هغه ښه ښه رواجونه قبلوم‪ ،‬خو دا کوم ادب چې نن سبا مغ ربي ته ذيب‪ ،‬ښ ځې ت ه بښ لی دی‪ ،‬دا د ښ ځو ادب ن ه‪،‬‬
‫بلکې د ښځو گمراه کوونکی دی‪.‬‬

‫رفيق په حيرانتيا سره د دې ناڅاپي بدلې شوې ښځې مخ ته وکتل‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬څرنگه؟‬

‫لطيفه‪ :‬د دې ادب بنيادي جذبه د ماده پرستۍ رهينه (پوروړې) ده‪ ،‬مغربي تهذيب اخالقا ً د ښځې ادب ک ول ض روري ن ه‬
‫گڼي‪ ،‬بلکې د هوس په نغوته په دې کار سړی مجبوروي‪ .‬د ښځې د ادب په هکله چې اسالم ک وم احک ام ص ادر ک ړي دي‪ ،‬د‬
‫هغو مثال يو ادب او يوې سوسائټۍ هم تراوسه نه دی پېش کړی‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬خير! دا خو منل شوې خبره ده‪ ،‬خو د دومره مودې قبول کړي تهذيب داس ې زر ت ر زره پرېښ ول هم څ ه عجيب ه‬
‫غوندې او ناشونې خبره ښکاري؟‬

‫لطيفه‪ :‬ځينې خبرې برسېرن عقل ته نه پرېوځي‪ ،‬خو چې واقع شي او خلک يې وويني‪ ،‬ن و بيا عق ل انک ار هم ن ه ش ي‬
‫کولی‪.‬‬

‫د دې خبرې سره لطيفې بېگم خپلې گړۍ ته وکتل او ويې ويل‪(( :‬وفا ناوخته کړ))‬

‫رفيق‪ :‬که اجازت راکوې‪ ،‬نو زه به ورته غږ وکړم‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬ډېر به ښه وي‪.‬‬

‫رفيق د زنان ه مې نې دروازې ت ه روان ش و‪ ،‬خ و دی ال دروازې ت ه ن ه و رس يدلی‪ ،‬چې د هغ ه ط رف ن ه‬


‫خورشيد جهان مدرسې ته راننوته‪ ،‬هغې يوه ښکلې برقعه پ ه س ر ک ړې وه او خوش حال ج ذبات يې د بڼ و دپاس ه پ ه نڅ ا وو‪.‬‬
‫لطيفې بېگم سره تر غاړه شوه او بيا دا درېواړه ملگري د مدرسې نه بهر ووت ل او پ ه م وټر کې کښېناس تل‪ .‬ډرې ور م وټر‬
‫روان کړ او لږ ساعت پس د يوسف خان د کور په لويه دروازه ورننوتل‪ .‬يوسف خان د م وټر ه ارن اورې دلی و او د اورې دو‬
‫سره بهر راوتلی و‪ ،‬خو د هغه د رارسېدو نه آگاهو هغوی د موټر نه راک وز ش وي وو‪ .‬رفيق د گ ړې ب ړې ن ه پس مردان ه‬
‫ځای ته الړ او يوسف خان د خورشيد جهان او لطيفې بېگم س ره دنن ه روان ش و‪ ،‬هغ ه پ ه الر کې ناڅاپ ه ودرې د او مخ يې‬
‫راستون کړ‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬گلرخ‪ ،‬صفيه‪ ،‬حليمه او د حليمې خدمتگاره ټ ول راغلي دي‪ ،‬خ و پ ام ک وئ‪ ،‬چې ه ومره مخون ه ښ کاره ن ه‬
‫کړئ‪ ،‬چې ما درته نه وي ويلي‪ ،‬راځئ اوس!‬

‫يوسف خان ورو ورو روان و‪ ،‬لطيفه بېگم او خورشيد جهان ور پسې وې‪ .‬خورشيد جهان ته نن په خپل کور کې ځ ان‬
‫مېلمه غوندې ښکارېده او هغې داسې گڼل‪ ،‬لکه اوس چې په يوې نوې دنيا کې قدم ږدي‪ .‬د کور سره ي و ش ين چمن يوس ف‬
‫خان په دوو برخو وېشلی و‪ ،‬د سړو او ښځو د تفريق لپاره يې‪ ،‬د چمن په مينځ کې يو ل وی پارټيش ن درولی و‪ ،‬يوس ف خ ان‬
‫زنانه مکان ته ورسېد‪.‬‬

‫‪144‬‬
‫يوسف خان‪ :‬گلرخ بچۍ! صفيې!‬

‫گلرخ او صفيې دواړو يوسف خان ته وکتل او په يوه خوله يې ځواب ورکړ‪(( :‬هن کاکا! تاسو خو زر راغلئ؟))‬

‫يوسف خان‪ :‬هو بچو! مونږ زر راغلو!‬

‫گلرخ‪ :‬او هغه خوشحالې حيرانۍ؟‬

‫يوسف خان‪ :‬دا دي راپسې دي!‬

‫صفيه‪ :‬وگورم؟‬

‫حليمه‪ :‬وئ بچۍ! لږ صبر خو وکړه!‬

‫يوسف خان‪ :‬واخلئ دا لومړۍ خوشحاله حيراني! د دې سره تاسو پخوا هم اشنا يئ!‬

‫د دې خبرې سره لطيفې بېگم د مخ نه برقعه پورته کړه‪ ،‬گلرخ او صفيې په ډې ر ش وق س ره انتظ ار ک اوه د ي و س اعت‬
‫دپاره خو يې د لطيفې بېگم مخ ته په داسې ډول کتل‪ ،‬لکه څ وک چې ي و ناپيژن دگلو ب ني آدم ت ه گ وري‪ ،‬خ و ل ږ س اعت پس‬
‫دواړو پېغلو د خولې نه غبرگه چيغه ووته‪(( ،‬مېډم لطيفه؟ لطيف ه بېگم!)) او د دې س ره دواړه لطيفې بېگم ت ه ورترغ اړه‬
‫شوې‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬مېډم لطيفه! او د پښتو مېرمنو په لباس کې ؟‬

‫گلرخ‪ :‬دا زما د ارمانجنو خوبونو ژوندی تعبير دی‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬نن د پښتون د بيدارېدو وخت دی او د دې بيدارۍ راز په خپل تهذيب کې پټ دی‪ ،‬زما د بدلېدو سره سره زم ا د‬
‫مکتب شاگردانې هم ورځ په ورځ بدلېږي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬الحمدهلل!‬

‫صفيه‪ :‬پښتنې خو به خير بدلې شي‪ ،‬خو دا ښاريانې؟‬

‫لطيفه‪ :‬هو! څوک چې په پښتونستان کې اوسي‪ ،‬هغه پښتانه دي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬استادې! د پښتونستان نه ستا مراد څه دی؟‬

‫لطيفه‪ :‬د چترال نه واخله تر بلوچستانه!‬

‫گلرخ‪ :‬جزاک هللا! دا د دې وطن حقيقي نام ه ده او پس ته ب ه پ ه دې خ برو بحث ک وو‪ ،‬خ و م ونږ دې دويمې خوش حالۍ‬
‫حيرانۍ ته هم ډېرې بيړې اخيستې يو‪ ،‬که اجازت وي‪ ،‬نو کاکا دا به هم وگورو!‬

‫يوسف خان‪ :‬ډېره ښه ده‪ ،‬راشه جينۍ! ښکاره کړه مخ!‬

‫خورشيد جهان ورو ورو راوړاندې شوه او د گلرخ پ ه څن گ کې ودرې ده‪ ،‬د مخ د څرگن دولو ن ه آگ اهو ځمکې ت ه ټيټ ه‬
‫شوه‪ ،‬هغې د گلرخ په پښو دواړه السونه کېښودل‪ ،‬گلرخ حيرانه شوه او په يو هيبت سره په شا الړه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬دا څه کوې؟ ما ولې گنهگاروې؟ زه د دې قابله يم؟ د خاموشۍ جال خور شو‪ ،‬پ ه دې خاموش ۍ کې د دې دويمې‬
‫خوشحالۍ حيرانۍ غريوژنه ژړا واورېدل شوه‪ .‬گلرخ او صفيې د استفهام په نظر يوس ف خ ان او بيا لطيفې بېگم ت ه وکت ل‪.‬‬

‫‪145‬‬
‫حليمې گوته په پوزه کېښوده‪ ،‬خو د يوسف خان او لطيفې بېگم پ ه س ترگو کې د ي و خن دني زې ري ن ه س وا ن ور هېڅ ن ه‬
‫ښکارېدل‪ .‬گلرخ خورش يد جه ان پ ه دواړه الس ه ونيوه‪ ،‬نېغ ه يې ودرول ه او ورو يې د هغې د مخ ن ه برقع ه اوچت ه ک ړه‪ .‬د‬
‫خورشيد په مخ د ادب او خوشحالۍ اوښکې روانې وې‪ ،‬هغې د گلرخ په سينه سر کېښود‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬څوک؟ زما محبوبه؟ زما وفا؟ خوږه خورکه‪ ،‬زما ‪ ...‬د دې نه وړاندې ن و د گل رخ م رۍ غرې و ونيوه او ن ور يې‬
‫هېڅ ونه ويلی شول‪ .‬هغې د يوې سکه خور په څير خورشيد جهان کلکه په سينې پورې ونيوه‪ .‬د ص فيې خول ه د ح يرانۍ ن ه‬
‫وازه پاتې شوه‪ .‬حليمه سرتور سر راپاڅېده او خورشيد جهان ال د گلرخ په غيږ کې وه‪ ،‬چې د هغې په کښلولو بوخت ه ش وه‪.‬‬
‫د لطيفې بېگم او يوسف خان په سترگو کې هم اوښکې را جمع شوې وې‪ .‬يوس ف خ ان دا خوش حاله منظ ره پ ه س ترگو کې‬
‫پټه کړه او مخ په حجره روان شو‪ .‬بيا نو صفيې او حليمې وار په وار د خورشيد جهان سره گ ړه ب ړه وک ړه‪ .‬ډې ر س اعت بيا‬
‫چپه چپيا وه‪ ،‬گلرخ وويل‪ :‬درېغه چې اوس مې اب ا هم ژون دی وی! او پ ه دې خ بره بيا غري و ونيوه‪ ،‬حليم ه پ ه ژړا ش وه‪ ،‬د‬
‫صفيې سترگې هم لمدې شوې‪ .‬خورشيد جهان په سلگو سلگو کې ووي ل‪(( :‬زه خ ان کاک ا ت ه حاض ره ش وې وم!)) گل رخ پ ه‬
‫حيرانۍ ورته وکتل‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬کله؟‬

‫خورشيد‪ :‬هم په هغه سحر! د محلې په ښځو کې گډه درغلې وم‪ ،‬دا کيدی شول‪ ،‬چې زما محسن خ ان کاک ا پ ه داس ې بې‬
‫رحمۍ شهيد شوی وی‪ ،‬زه په پيښور کې موجوده وی او ‪ ...‬د دې سره بيا غرېو ونيوه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬خير دی خورکۍ! پلرونه هميشه دپاره ژوندي نه وي‪ ،‬مونږ د هغوی د ژوند نه ک افي س بق اخيس تی ش و‪ ،‬زم ونږ‬
‫کار دې په مشرانو پسې ارمان نه‪ ،‬بلکې د هغوی د تجربو نه فائده اخيستل وي‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬تاسو خو د وفا نه هډو تپوس ونه کړ؟‬

‫صفيه‪ :‬رښتيا! خورې محبوبې! دومره موده؟ يره ډېره سنگدله يې‪ ،‬داسې هم څوک کوي؟‬

‫خورشيد‪ :‬مجرمه يم! هرې سزا ته تياره يم!‬

‫صفيه‪ :‬چرته وې؟‬

‫خورشيد‪ :‬بالکل تاسو سره نزدې!‬

‫گلرخ‪ :‬مونږ سره نزدې چېرته؟‬

‫خورشيد جهان مسکۍ شوه او په دې خبره يې ژب ه ونيوه‪ ،‬گل رخ د مطلب پ ه نظ ر لطيفې بېگم ت ه وکت ل‪ ،‬لطيف ه بېگم‬
‫مسکۍ شوه او په دې خبره يې ژبه ونيوه‪ ،‬گلرخ په مطلبي نظرونو لطيفې بېگم ته وکتل‪ ،‬لطيفه بېگم مسکۍ شوه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬لطيفه بېگم محترمې! د وفا په خاموشۍ کې څه د ايجاب او قبول غوندې کيفيت ښکاري؟‬

‫په دې خبره ټولو بړک وهل‪ ،‬حليمه په دې خبره پوه نه شوه‪ ،‬خو د خبرې حقيقت معلومولو ته مشتاقه ضرور شوه‪ ،‬ځک ه‬
‫چې هغې ته خپل زړه څه نا څه ويلي وه‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬بس د ايجاب او قبول مقدمات واقع شوي دي او ‪...‬‬

‫صفيې د لطيفې خبرې پرې کړې‪ ،‬په شوخو نظرونو يې وفا ته وکتل‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ځکه داسې محبوبه غوندې ښکاري!‬

‫‪146‬‬
‫گلرخ‪ :‬د جالت نوم يې څه دی؟‬

‫حليمه‪ :‬بچۍ! محبوبه د جالت او محبوبه د قصې نه څه خبره ده؟ په دې خبره ټولې مسکۍ شوې‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬نن د حيرانو خوشحاليو شپه ده‪ ،‬ساعت په ساعت به يې گورئ!‬

‫صفيه‪ :‬ښه نو دا دومره موده چرته وې وفا؟ د جالت محبوبه په قصه کې ؟ نوم يې څه دی؟ مېډم لطيفه؟‬

‫لطيفه‪ :‬زه اوس په مېډم بد منم‪ ،‬ماته بېگم لطيفه وايئ!‬

‫صفيه‪ :‬ډېره ښه ده بېگم لطيفه؟‬

‫لطيفه‪ :‬دا دومره موده زمونږ وفا‪ ،‬جميله استاده پاتې شوې ده‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬چرته؟‬

‫لطيفه‪ :‬د رفيق صاحب! په کورنۍ مدرسه کې‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ښه! ښه! بېگم لطيفه؟‬

‫گلرخ‪ :‬واقعي چې د دې جالت سره د دې محبوبې جوړه برابره ده‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬اُمبارک‪ ،‬اُمبارک‪.‬‬

‫حليمه ترور کچه غوندې شوه‪ ،‬ورو ورو صفيې ته ورنزدې شوه‪ ،‬د هغې خ ولې ت ه يې خپلې بقې بقې س ترگې ورن زدې‬
‫کړې او ورو ورو يې تپوس ترې وکړ‪ :‬بچۍ! څه چل شوی دی؟ محبوبې خو به ميړه نه وي کړی؟‬

‫څه خو د حليمې حيرانتيا بدله کړې څيره عجيبه وه او بيا يې نو دې خبرې په اور باندې د تېلو کار وک ړ‪ ،‬ټ ولې د خن دا‬
‫نه شنې پرېوتې او د هغو د خندا غږ سړو ته هم ورسېده‪ .‬ډېر ساعت پس چې هغوی په خندنو جذباتو قابو ومونده‪ ،‬ن و گل رخ‬
‫ورته وويل‪ :‬هو ترورې! همدغه شان يې وگڼه! بس کار تيار دی‪.‬‬

‫حليمې په ډېره مينه د وفا په سر الس راکېښود‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬ډېر ښه وشول‪ ،‬بچۍ! ډېر ښه وشول‪ ،‬بال دې واخلم! ځلمی دې کتلی دی؟ تاسره ښ ه دی‪ ،‬پې گران ه يې؟ عم ر يې‬
‫څومره دی؟ بن خو به دې نه وي؟‬

‫او د حليمې نور سوالونه د جينکو په يوه بله سندريزه خندا کې ورک شول‪ .‬ډوډۍ ته ال ي وه گېنټ ه پ اتې وه او مېلمان ه‬
‫ټول حجرې ته رارسېدلي وو‪ .‬د جينکو په وج ه يوس ف خ ان مجب ور ش وی و‪ ،‬چې د خورش يد جه ان وف ا د قص ې ن ه خپ ل‬
‫دوستان خبر کړي‪ ،‬په دې خبره په ټولو دوس تانو کې د خوش حالۍ ي وه څپ ه پيدا ش وې وه او پ ه ټول و کې س ليم ډې ر زي ات‬
‫خوشحال معلومېده‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زه به څومره ډېر خوشحال شم‪ ،‬چې خپله دا معنوي لور ووينم!‬

‫يوسف خان‪ :‬او ستا دې روحاني فرزند چې د هغې سره څومره مهرباني کړې ده‪ ،‬نو دی هم د ډې رې ش کريې وړ دی او‬
‫د دې خبرې سره يوسف خان رفيق ته وکتل‪ ،‬رفيق سر ښکته کړ‪ .‬اکبرخان د مطلب په نظر رفيق ته وکتل‪ ،‬عصمت هللا هم په‬
‫مطلب پوه شو او ورو ورو يې سر وخوځاوه‪ ،‬اسلم خان د خپل مخ نه کټ مټ د استفهام شکل جوړ کړ‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬بابا مې پوه نه شو؟‬


‫‪147‬‬
‫يوسف خان‪ :‬اسلم خانه! زما لور د رفيق د کورنۍ مدرسې د بچو استاده وه‪ ،‬پوه شوې؟‬

‫اسلم خان‪ :‬پوه شوم‪ ،‬پوه شوم! په دې کې نوکر شربت راوړ او گيالسونه يې ډک کړل‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زما دپاره واوره مه اچوه!‬

‫يوسف خان‪ :‬ډېر نازک دماغ يې دي‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬تخيالت به يې ساړه شي‪.‬‬

‫عصمت هللا ‪ :‬د وهمي دماغونو هيڅ عالج نشته‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬غريب بالکل زوړ شوی دی‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬خير! مونږ خو ال ځوانان يو‪ ،‬څرنگه اسلم خانه؟‬

‫اسلم خان‪ :‬هو کنه يوسف خانه! دا د نن پرون ځلمي زمونږ په مخکې چرگوړي هم نه دي‪ ،‬چې يو وخت ورته چای ونه‬
‫رسېږي‪ ،‬په سر يې درد وي او په نغاره يې گ رد پ روت وي‪ .‬ي ره ش پې ورځې وې ت يرې ش وې‪ ،‬اوس پ ه داس ې زمان ه کې‬
‫راغلو چې ‪...‬‬

‫يوسف خان‪ :‬خو وروره اسلم خانه! بس اوس دا دعا پکار ده‪ ،‬چې خدای مو هغه زاړه ايمان ته خير کړي؟‬

‫اسلم خان‪ :‬يره آمين آمين! او يوسف خانه! دا د چايو او پوالو ځلمي خو گوره‪ ،‬په ځوانه ځ وانۍ کې زاړه دي‪ .‬م ونږ ب ه‬
‫روټۍ ((د وربشو ډوډۍ)) خوړې او په تروو ((شړومبو)) به مو وخت تېراوه‪ ،‬تراوسه زمونږ صحت د دغو ويړک و ن ه ښ ه‬
‫دی‪ .‬او د دې سره اسلم خان د شربت گيالس په يوه ساه ختم کړ‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬يره اسلم خانه وروره! هغه په سحر کې به چې زمونږ د زم انې پښ تنو د حج رې پ ه نغ ري کې د وربش و‬
‫بېگانۍ ډوډۍ تودولې او بيا به يې خوړلې‪.‬‬

‫اسلم خان دواړه السونه د تعجب او ارمان دواړو تاثراتو په گډون په سټول ووهل‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬هغه خوندونه دې ياد دي؟ ای هی! زمانې! په دې خبره نو ټول په خندا شول او يو ساعت پس اکبرخان وويل‪:‬‬
‫بابا مونږ ستاسو زمانې ته‪ ،‬خفه کيږه مه‪ ،‬د کم عقلو زمانه خو نه‪ ،‬خو د ساده گانو زمانه وايو!‬

‫اسلم خان‪ :‬دا په څه؟‬

‫اکبرخان ‪ :‬تاسو به د ژمي په اوږدو شپو کې قصه مار راوباله او ټوله شپه به د کرمي‪ ،‬فتح خان او سيف الملوک ب درۍ‬
‫جمالې قصې ته ويښ ناست وئ‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬بچيه! هم هغه خو ښې شپې وې‪ ،‬هغه صادق پښتانه مسلمانان وه‪ ،‬يوه يې خوله وه‪ ،‬يوه يې ژبه‪ .‬ستاسو په شان‬
‫دغه نه وو ‪ ...‬دغه ‪ . ..‬څه ورته وايي ‪ . ..‬دغه دا ‪ ...‬يوسف خانه! هغه نن سبا چې په ټگۍ کې ډېر تکړه وي‪ ،‬هغه ت ه څ ه‬
‫وايي؟‬

‫يوسف خان‪ :‬ډيپلومېټک!‬

‫اسلم خان‪ :‬ای بچی دې ستر شه! ډپل ټيمک!‬

‫‪148‬‬
‫په دې خبره بيا د خندا يو طوفان جوړ شو‪ ،‬د يوسف خان د تندر په شان خندا د ټولو دوستانو د خندا هنگونه راونغښتل او‬
‫اسلم خان حيران يو بل ته په کتو شو‪ ،‬هغه د دې خلکو د خندا په وجه هېڅ نه پوهېده‪ ،‬بيا نو ټولو دوستانو پ ه ش ربت څښ لو‬
‫شروع وکړه‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ښه شربت دی!‬

‫سليم‪ :‬ډېر اعلی! د صندلو شربت دی‪ ،‬خان د چا نه مو راوړی دی؟‬

‫يوسف خان‪ :‬د يو حکيم نه! خو پريږده دا خبرې‪ ،‬هغه بله ورځ زمونږ بحث نيمگړی پاتې شوی وه‪ ،‬هغه به واورو!‬

‫سليم‪ :‬هو! بحث خو مې ياديږي‪ ،‬خو زه نه شم ويلی‪ ،‬چې د بحث کومه برخه نيمگړې پاتې وه؟‬

‫يوسف خان‪ :‬شايد چې د قوميت او اسالم خبره وه‪ ،‬تا ويلي و‪ ،‬چې پښتون قام د اسالم د خورولو فطري صالحيت لري‪.‬‬

‫سليم‪ :‬هو هو! ښه نو عرض به وکړم‪ ،‬زمونږ دا عقيده ده‪ ،‬چې اس الم د دنيا د ابت دا څخ ه د ب ني آدم اس ماني م ذهب دی‪،‬‬
‫وخت په وخت دنيا ته د زمانې د ضرورياتو او مقتضياتو په مطابق نازل شوی دی او څومره ب ه چې ب ني آدم عقلي‪ ،‬ته ذيبي‪،‬‬
‫معاشرتي او تمدني ترقي کوله‪ ،‬هومره به د اسالم پاخه او ځالند احکام نازليدل او کوم وخت چې د بني آدم فطرت د طفلۍ نه‬
‫ت ېر او د ځ وانۍ پ ه س رحد کې داخ ل ش و‪ ،‬ن و هغ ه هللا تع الی د روح اني او م ادي م يراث حق دار وگاڼ ه او څرنگ ه چې د‬
‫ځوانېدو سره بني آدم ته خپل ميراث ورکاوه شي‪ ،‬دغه شان يې بني آدم ته اسالم کامل او مکمل ورک ړ‪ .‬د هغ ه دپ اره يې ت ر‬
‫قيامته د عمل قابل يو داسې اعجازي آيين غوره کړ‪ ،‬چې هغه هر وخت د هغه په رڼا کې د دين او دنيا د ذمه واري و ن ه ځ ان‬
‫په ښه شان سره خالصولی شي‪ ،‬ځکه يې وفرمايل چې ((نن ما ستاسو دپاره دين کامل ک ړ او خپ ل نعمتون ه مې دربان دې ختم‬
‫کړل او ستاسو دپاره مې اسالم دين غوره وگاڼه)) گويا د بني آدم دپاره چې هللا تعالی څخه کوم لوی نعمت و‪ ،‬هغه يې تم ام او‬
‫کمال د رسول کريم په ذريعه بني آدم ته عطا کړ‪ ،‬چې بني آدم انسان شي‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬سليمه! ستا تمهيد داسې وي‪ ،‬چې په اول ورته د چا فکر نه رسي؟‬

‫اکبرخان‪ :‬زه په خپله حيران يم‪ ،‬چې سليم به د دې تهميد نه په کومه الر مقصد ته راځي؟‬

‫سليم‪ :‬غوږ کېږدئ! زه روان يم! ‪ ....‬ښه نو چې دا خبره ثابته شوه‪ ،‬چې خدای پاک د بني آدم ځوان فطرت ت ه ي و کام ل‬
‫او تر قيامته د عمل قابل او نه بدلېدونکی قانون ورکول غوره وگڼل‪ ،‬نو پک ار ده‪ ،‬چې د هغ ه دپ اره رس ول هم داس ې غ وره‬
‫کړي‪ ،‬چې هغه د پخوانيو ټولو رسوالنو نه کامل‪ ،‬بلند او غوره وي‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬يقيني خبره ده!‬

‫رفيق‪ :‬هو کنه! د کامل آيين خاوند هم له هر اړخ نه کامل پکار وي؟‬

‫سليم‪ :‬نو مونږ عقالً هم دا خبره منلی شو‪ ،‬چې زمونږ آقا حضرت محم د مص طفی ص لی هللا عليه وآل ه وس لم د ټول و ن ه‬
‫بزرگ‪ ،‬لوی او کامل رسول و‪ ،‬خو دا خ بره هم ي اد ل رل پک ار دي‪ ،‬چې د ه ر س په س االر س ره پ وځ هم الزم وي‪ ،‬بيا فک ر‬
‫وکړئ! څومره چې باد شاه قابل وي‪ ،‬هومره قابل سپه ساالر هم منتخب کوي او بيا د قابل سپه ساالر ک ار دا وي‪ ،‬چې هغ ه د‬
‫خپل کار لپاره ميړنی‪ ،‬ننگيالی‪ ،‬جنگيالی او د ايثار نه ډک پوځ غوره کړي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ډېر ښه ډېر ښه!‬

‫يوسف خان‪ :‬هو کنه اکبرخانه! د تمهيد آيينې څه نا څه عکس ښکاره کول شروع کړل‪.‬‬

‫رفيق‪ :‬دومره خو زه هم پوهېږم‪ ،‬چې دا لوی تمهيد به څه لويه ُمدعا څرگنده کړي؟‬

‫‪149‬‬
‫سليم‪ :‬ال خو زما تمهيد ختم نه دی‪ ،‬زه اميد کوم‪ ،‬چې کوم وخت ختم شي‪ ،‬نو تاس و ب ه پ ه خپل ه زم ا پ ه مقص د پ وه ش ئ‪.‬‬
‫خير! هللا تعالی چې عالم کل دی‪ ،‬هغه به ارومرو د کامل دين د خورون دپ اره ي و کام ل او ل ه ه رې ډډې مکم ل س په س االر‬
‫غوره کاوه او هغه زمونږ هاشمي نبي دی‪ .‬ولې دا خبره هم د هېرولو نه ده‪ ،‬چې دا سپه ساالر يې د ي و داس ې ق ام ن ه اوچت‬
‫کړ‪ ،‬چې هغه قام د خدای په قديم علم کې د اسالم د قبلولو او بيا د هغه د خورولو دپاره فطرتا ً م وزون او مس تعد و‪ .‬د عرب و‬
‫نفسيات د اسالمي تعليم د قبلولو دپاره د نورې ټولې دنيا د قامونو نه زيات مناسب او م وزون وو او ک وم وخت چې هللا تع الی‬
‫په اسالم کې د روحانيت او سياست جدا جدا تصور نه و ښودلی‪ ،‬اسالم د غلبې او سياسي ژوند يو کامل تصوير و‪ ،‬نو ځک ه‬
‫د عربستان خلک د دې دپاره ډېر بهتر وو او دنيا ته معلوم ه ش وه‪ ،‬چې همدغوجفاکښ و او م ېړنو خلک و اس الم د دنيا گ وټ‬
‫گوټ ته ورساوه او دغو وږو تږو صحرانشينانو د قيصر او کسری په ماڼيو کې اذانونه وکړل‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬يره سليمه! تقرير دې ډېر خوږ دی؛ خو په دې درياب کې ال د مقصد کب نه ښکاري‪ ،‬دا خ برې خ و م ونږ‬
‫منو‪ ،‬د عربو غلبه راغله او تېره شوه‪ ،‬پرونۍ خبرې پرېږده‪ ،‬نننۍ خبرې وايه!‬

‫سليم‪ :‬که رښتيا راباندې وايې‪ ،‬نو دا ايله زما د تمهيد تمهيد و‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬يعنې اصلي تمهيد ال پاتې دی؟‬

‫سليم‪ :‬په عربو کې د اُميه کورنۍ په دوران کې د عيش عشرت پام زيات شو‪ ،‬د اسالم مينه ورو ورو په کمې دو ش وه‪،‬‬
‫بيا په بنو عباس کې دې سلسلې ال غځونې وکړې او دغه شان د مسلمانانو اجتماعي ژوند سقوط ته مايل ش و او اوس دا ح ال‬
‫دی‪ ،‬چې تاسو يې گورئ!‬

‫يوسف خان‪ :‬ښه نو اوس به څه کېږي؟‬

‫سليم‪ :‬اوس زه خپل مقصد ته راځم! اوس به دا کيږي‪ ،‬چې اسالم به يو ځل بيا د عربو نه د ت رقۍ او اجتم اعي ژون د ق دم‬
‫پورته کوي‪ ،‬ځکه چې عرب فطرتا ً د اسالمي غلبې صفت لري او که نن سبا د عربو نه دا کار ممکن نه وي‪ ،‬نو يو بل داس ې‬
‫قام به د اسالم د غلبې نشان (بيرغ) پورته کوي‪ ،‬کوم چې په عاداتو‪ ،‬اط وارو او اخالق و کې د ع رب ق ام د تص ور دويم اړخ‬
‫وي‪ .‬ټول دوستان د سليم په مدعا پوه شول‪ ،‬د هغو په مخ کې د خوشحالۍ رڼا پيدا شوه‪.‬‬

‫عصمت هللا‪ :‬او هغه پښتون قام دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬په دې کې څه شک دی‪ ،‬کوم وخت چې په عربو کې اسالمي جذبه سړه شوه‪ ،‬نو د اسالمي غل بې نش ان د پښ تون‬
‫خوا نه پورته شوی و او دا پښتانه وو‪ ،‬چې هغوی په هند کې د اسالم رڼا خوره ک ړه او اوس بيا ب ه هم چې ه ر کل ه دا غلب ه‬
‫راځي‪ ،‬د پښتونخوا نه به يې ابتدا کېږي‪ .‬د نړۍ نور قامونه فطرتا ً داسې ډېر د اسالمي اصولو سره نه دي متفق‪ ،‬څرنگه چې‬
‫عرب يا پښتانه دي؟‬

‫په دې خبره په دوستانو کې شور زوږ جوړ شو‪ .‬اکثريت د دې سره متفق شوو او ځينو ځينو د دې مخالفت هم وک ړ‪ .‬پ ه‬
‫مخالفه ډله کې خان بهادر يوسف خان ډېر وړاندې و‪ ،‬دې زوږ ته د ښځو هم فکر شو‪ ،‬پ ه دې دوران کې گل رخ او ص فيې د‬
‫خورشيد جهان سره ډېرې خبرې کړې وې او بيا يې نو لطيفه په مخه واخيسته‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬ښه خوږې استادې! نو تا د يښتنو تهذيب اختيار کړ؟‬

‫لطيفه‪ :‬زما گرانې صفيې! هر يو څيز د تجربې نه پس اخيستل پکار وي‪ ،‬پردی تهذيب اختيارول د ق درت د ق انون س ره‬
‫جنگ دی‪ ،‬خدای چې مونږ مختلف قامونه جوړ کړي يو‪ ،‬نو ولې دې خپل رنگ پرېږدو؟‬

‫صفيه‪ :‬او هغه بې پردې گرځېدل؟‬

‫‪150‬‬
‫لطيفه‪ :‬هغه هم په پردۍ مړۍ شخوند و‪ ،‬په جامه لباس کې څه دي؟ پاتې شوه پرده‪ ،‬نو پ رده د لطيف ه جنس دپ اره د ک ار‬
‫څيز دی‪ .‬صفيه په خندا شوه‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬استادې! دغه دليل خو درته گلرخ هم پېش کړی و‪ ،‬خو هغه وخت تا نه منلو؟‬

‫لطيفه‪ :‬په دې کې هيڅ شک نشته‪ ،‬کوم تاثرات چې په انسان غالب وي‪ ،‬نو عقل هم د هغ و ت ابع وي او هغ ه ش ان دالي ل‬
‫ورته پيدا کوي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬هغه ډېر تاثرات دې داسې زر تر زره څرنگه مغلوب شول؟‬

‫لطيفه‪ :‬دا هم يوه نفسياتي خبره ده‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬مونږ هم ترې مستفيدې کړه کنه!‬

‫لطيفه‪ :‬ته خو زما استاده يې!‬

‫گلرخ‪ :‬نه بېگم! زه خو ستا په خوشه چينۍ فخر کوم!‬

‫لطيفه‪ :‬دا ستا کسر نفس ي ده‪ ،‬خ و زه درت ه خپ ل خياالت بيانوم‪ ،‬پ ه دې کې خ و ش ک نش ته‪ ،‬چې زم ا پ رورش دولس‬
‫ديارلس کاله په يوخالص پښتون خاندان کې شوی دی‪ ،‬خو پسته په ما باندې د مغربي فيشن اثر غلبه ومون ده‪ .‬د دې ي وه لوي ه‬
‫وجه دا هم وه‪ ،‬چې انساني نفس له ځايه آزادي خوښی دی او په مغ ربي ته ذيب کې آزادي وه‪ .‬بيا چې د مش رانو ل ه خ وا هم‬
‫ماسره څه وېره نه وه‪ ،‬نتيجه دا شوه‪ ،‬چې ما مغربي تهذيب اختيار کړ‪ ،‬خو د دې اث ر دا و‪ ،‬چې ن ه ي وازې دا چې زم ا د خپ ل‬
‫مذهب نه زړه تور شه‪ ،‬بلکې خپل پښتون تهذيب هم راته د ځنگليانو تهذيب ښکاره ش ه‪ .‬بيا چې د پاکس تان د جوړې دو ن ه پس‬
‫مغربي تهذيب د پخوا نه ال ترقي شروع کړه او د اسالمي تهذيب د واپس راوستو دپاره هيڅ قدم پورته نه کړی شو‪ ،‬نو زم ا د‬
‫مغربي تهذيب شوق ال زړور شه‪ .‬ولې دې خلکو پښتون قام ته په کم نظر کتل شروع کړل او دې نفسياتي څ يز زم ا د پښ تون‬
‫تهذيب هغه تحت الشعوري تاثرات راولړزول‪ .‬دا په دې چې قوميت په وينه کې گډ دی او په لږه چېړنه حرکت پيدا کوي‪ ،‬د‬
‫نفسياتو ماهران په دې پوه دي‪ ،‬چې کوم وخت تحت الشعوري خياالت او تاثرات پوره پوره راولړزېږي‪ ،‬نو هغ ه بيا پ ه ذهن‬
‫پوره پوره قبضه کوي؛ ځکه چې هغه خياالت او تأثرات بنيادي وي‪ .‬صرف د خارجي تاثراتو په يو هنگامي قوت لږ غون دې‬
‫الندې وتلي وي‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬سبحان هللا‪ ،‬څومره ځالند حقيقت دی‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬د قدردانۍ شکريه! نو بس زه بيا کامله پښتنه شوم‪ ،‬د قامي ننگ او غيرت سره زم ا د خپ ل م ذهب س ره هم مين ه‬
‫پيدا شوه‪ ،‬ځکه چې څوک به کامل پښتون نه وي او چې کامل پښتون وي‪ ،‬نو ارومرو به مسلمان وي‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬سبحان هللا‪ ،‬استادې جزاک هللا!‬

‫لطيفه‪ :‬بل د هر يو قام په هکله مونږ دا تصور کولی شو‪ ،‬چې کېدی شي چې هغه مسلمان نه وي‪ ،‬خو د پښتون په هکل ه‬
‫کم نه کم ماته خو هيچرې دا خيال نه شي راتلی‪ ،‬چې هغه به مسلمان نه وي؟‬

‫گلرخ‪ :‬زما خيال دی‪ ،‬چې يو پښتون به هم د دې قسمه فطري تصور نه خالي نه وي؟‬

‫حليمه د کور په انتظام کې بوخته وه‪ ،‬ځکه چې د يوسف خان ښځه مړه وه‪ ،‬پ ه دې وخت کې دنن ه راغل ه او ويې وي ل‪:‬‬
‫بچو! مېلمنو ته خو ډوډۍ الړه‪ ،‬تاسو به څرنگه چل کوئ؟‬

‫گلرخ‪ :‬وفا! تا خو هيڅ خبره ونه کړه‪ ،‬څه خو ته هم ووايه‪ ،‬په خپل کور کې مېلمنه شوې؟‬

‫‪151‬‬
‫خورشيد‪ :‬زه به خپلو استادانو ته صرف غوږ نيسم‪ .‬گلرخ ورته مسکۍ شوه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬نه! اوس در باندې غوږونه‪ ،‬نه نيسو‪ ،‬اوس لويه شوې يې! په دې خبره ټولې په خندا ش وې‪ ،‬حليم ه پ ه دې خ برو‬
‫پوهه نه شوه‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬ماته مو غوږ دی که نه؟ ډوډۍ خورئ؟‬

‫صفيه‪ :‬ادې! اوس خو تا هم ژبه واړوله‪ ،‬پخوا به دې ويل‪ :‬خرو بچو ډوډۍ! خرو بچو! په دې خ بره ټ ولې د خن دا ن ه پ ه‬
‫مځکه پرېوتې‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬هو ترور بي بي! ډوډۍ به خورو‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬وئ بچو! تاسو خو زه اوتره کړم‪ ،‬ښه شوه‪ ،‬چې ډوډۍ درله راتياره کړم!‬

‫حليم ه الړه او ي و س اعت پس يې جينک و ت ه ډوډۍ راولېږل ه‪ .‬س ړي به ر ډوډۍ ت ه ناس ت وو‪ ،‬کل ه کل ه ب ه د‬
‫يوسف خان خندا ښځو ته هم راورسېده‪ .‬گلرخ‪ ،‬خورشيد جهان د ځان سره په دسترخوان کې نوله او دوه درې مړۍ يې ورته‬
‫په خوله کې ورکړې‪ ،‬د صفيې ورته فکر شو‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬بس بس وفا! معلومېږي چې ته هم گلرخ ُمريده کړې‪.‬‬

‫خورشيد‪ :‬پوهه نه شوم؟‬

‫صفيه‪ :‬د ځنو ځنو پيرانو دا قاعده ده‪ ،‬چې څوک مريد کوي‪ ،‬نو په خپل الس مړۍ جوړه کړي او هغه ته يې په خول ه کې‬
‫ورکړي‪.‬‬

‫خورشيد‪ :‬زه خو هسې هم د گلرخ مريده او وينځه يم!‬

‫گلرخ‪ :‬نه نه! دا خبره نه ده‪ ،‬طوطي ته چوري ورکول د هر چا ‪...‬‬

‫په دې خبره ټولو بړک وهل‪ ،‬لطيفې بېگم شخوند بند کړ‪ ،‬گل اندامه گيالس په الس والړه وه‪ ،‬د هغې نه اوبه توی ش وې‬
‫او خورشيد جهان کچه کچه شوه‪ .‬چې ډوډۍ ختمه شوه‪ ،‬نو د بهر نه د يوسف خان غږ راغی‪(( :‬زما خوږو ورونو! مونږ چې‬
‫د پښتون اتحاد په سلسله کې د دې نه آگاهو کومې خبرې کړې وې‪ ،‬اوس به هغو ته د عم ل جام ه ورکول و تک ل ک وو‪ ،‬د دې‬
‫وړومبی قدم به مونږ اول په خپلو کې پورته کوو؛ ځکه چې د هر يو نېک کار ابتدا او د خپل کور ن ه ک ول پ ه ک ار وي او‬
‫نورې دنيا ته عملي نمونه ښودل ضروري وي‪ .‬په مونږ پښتنو کې به تر هغې پوره پوره اتفاق پيدا نه شي‪ ،‬ترڅ و چې م ونږ‬
‫بيا د پخوا په څېر خپله وينه سره شريکه او گډه نه کړو؟ ترڅو چې مونږ پښتنو تپو د يوې بلې س ره خپل ولۍ او خېښ ۍ ن ه‬
‫وي کړې؟ تر هغه په مونږ کې د اتفاق تصور هم نشي پيدا کيدی؟ په کار خو دا وه‪ ،‬چې د دې وړوم بی عملي نمون ه زم ونږ‬
‫ليډر سليم پېش کړې وای‪ ،‬خو ما هغه ته وار ورکول ښه ونه گڼل‪ ،‬ځکه چې زه مشر يم او دا وړومبۍ افتخار مې پ ه ب ل چ ا‬
‫نه پېرزو کېږي‪ ،‬زما يوه لور ده‪ ،‬خورشيد جهان ((وفا))‪ ،‬هغه تاسو ډېره ښه پېژنئ‪ ،‬زه يې نن د خپلې شرعي برخې سره‬
‫کومه چې هغې ته زما په جايداد کې رسېږي‪ ،‬رفيق ته په نکاح ورکوم او تاسو ټول په دې گواهان کوم))‪ .‬په دې خ برې پ ه‬
‫ټولو دوستانو کې د خوشحالۍ شور پيدا شو‪ ،‬په زنانه مکان کې گلرخ‪ ،‬خورشيد جهان ځان ته را نږدې کړه‪ ،‬په سينې پ ورې‬
‫يې ونيوه او لطيفه بېگم يې سترگې ښکل کړې‪ .‬صفيې د کونج (‪ )21‬د جينکو منظره جوړه کړه او څرنگه چې د ناوې س ره د‬
‫هغې همزولې جينکۍ ژاړي‪ ،‬سم هغه شان ژړا يې شروع ک ړه‪ ،‬گ ل اندام ه پ ه من ډه من ډه الړه او حليم ه يې راخ بره ک ړه‪ ،‬د‬
‫حليمې السونه په ترکارۍ ککړ وو‪ ،‬غږ يې وک ړ‪(( :‬بچۍ ص فيې! ت ه خ و رات ه د محب وبې دا مخ راپورت ه ک ړه‪ ،‬چې څپ يې‬

‫‪21‬‬
‫‪ -‬د کونج جينۍ د سوهليو نجونو له خوا د چنغلې د تنګولو يو دود دی‪ .‬ب ک‪.‬‬

‫‪152‬‬
‫کړم!)) په دې خبره بيا په زنانه مکان کې د خندا هنگامه جوړه شوه‪ ،‬يو ساعت پس د حجرې نه د ((خاموش))‪(( ،‬خاموش))‬
‫غږ راغی‪ ،‬بيا خاموشي شوه‪ ،‬سليم هسک شو او غاړه يې تازه کړه‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زه په دې خبره فخر کوم‪ ،‬چې زمونږ محترم يوسف خان د پښتون اتحاد دپاره د ټولو ن ه اول عملي نمون ه وړان دې‬
‫کړه‪ ،‬خدای دې وکړي‪ ،‬چې مونږ ټول پښتانه همدغه شان د ايثار او قربانۍ ژوندۍ نمونې شو‪ ،‬خ و زه ب ه د قرب انۍ پ ه هکل ه‬
‫تاسو ته خپله نظريه وښايم‪ ،‬زما نظريه دا ده‪ ،‬چې که زه په قربانۍ کې سبقت او وړاندې والی د ځان دپاره غوره کړم‪ ،‬ن و دا‬
‫به زما قرباني نه‪ ،‬بلکې د قام په ښاغلو مېړو ظلم وي‪ ،‬زما قرباني دا ده‪ ،‬چې زه ځان نه وړاندې د افتخار او د ل ويۍ م وقعې‬
‫ټولې خپلو وروڼو ته ورکړم او د هغه نه پس چې څه زما له وسه کيدی شي‪ ،‬هغه قام ته پېش کړم!‬

‫يوسف خان‪ :‬بيا دې لمبر يووړ کنه!‬

‫عصمت هللا‪ :‬زما يوه لور ده‪ ،‬چې د نهو لسو کالو به وي‪ ،‬که اسلم خان يې نسيم خان لپاره قبول ه ک ړي‪ ،‬ن و زه ب ه پ ه دې‬
‫ډېر خوشحال شم؟‬

‫اسلم خان‪ :‬په دواړو سترگو وروره! ستا د لور نه ښه به څوک وي؟‬

‫په دې خبره بيا دوستانو د خوشحالۍ اظهار وکړ او په زنانه مکان کې جينکو حليمې ته د نسيم خان ک وژدن ور مب ارک‬
‫کړه‪ ،‬هغې د عصمت هللا او اسلم خان خبرې پوره پوره نه وې اوريدلې‪ ،‬چې خبره شوه‪ ،‬په روڼ تندي يې مبارکي واخيسته‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬نن په رښتيا د خوشحالو حيرانيو شپه ده‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬اول خو صرف دوه خوشحالۍ حيرانۍ وې او اوس خدای خبر چې څومره نورې کيدونکې دي؟‬

‫لطيفه‪ :‬ولې بچۍ! ستا هم زړه درزېږي څه؟‬

‫صفيه‪ :‬استادې! دا تپوس خو د گلرخ نه پکار وه؟‬

‫لطيفه‪ :‬د گلرخ ورور خو د قربانۍ موقعې نورو ته پريښودې کنه!‬

‫گلرخ‪ :‬مونږ هسې هم پاتې شونې خلک يو!‬

‫په دې وخت کې د سړو شور کم شو او جينکو ته معلومه شوه‪ ،‬چې اوس بيا څه نوې خبره کيدونکې ده‪ ،‬چې پ ه دې کې‬
‫د اسلم خان غږ واوريدل شو‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬ما خو دا گڼل‪ ،‬چې تاسو دا قرباني قرباني کوئ‪ ،‬نو مطلب به مو د لوی اختر قرباني وي؟‬

‫په دې خبره ټول دوستان په خندا شول‪ ،‬اسلم خان د خبرې سلس له بيا ش روع ک ړه‪ ،‬خ و اوس مات ه داس ې برېښ ي‪ ،‬چې د‬
‫اوسنۍ زمانې په علم کې قرباني لور‪ ،‬خور ورکولو ته وايي‪ ،‬په دې خبره دوستان په خندا شول او پ ه جينک و کې هم د خن دا‬
‫ښکالو واورېدل شوه‪.‬‬

‫اسلم خان خپله خبره پوره کړه‪ :‬زه د زړې زمانې سړی يم‪ ،‬په يوه پوهېږم‪ ،‬زما د ډډې نه به اکبرخان څ ه ووايي‪ ،‬ځک ه‬
‫چې زما په کور کې هم يوه پيغله لور شته او زما نه زيات زما زوی اکبرخان د هغې پ ه طب ع پوه ېږي‪ ،‬ځک ه چې دا دواړه‬
‫ورور خور کله کله زما په مخکې هم په انگرېزۍ کې خبرې کوي نو ‪...‬‬

‫‪153‬‬
‫د دوستانو د خندا په يوه بله چپه کې د اسلم خان د خبرې وروستي ټکي غوږونو ته د رارسېدو نه آگاهو فضا ت ه وخت ل‬
‫او اسلم خان هم چپ چاپ په خپل ځای کښېناست‪ .‬اکبرخان ودرېد او د هغه د ودرېدو سره د سليم په زړه کې رنگين و ج ذبو‬
‫او ځوانو اميدونو غځونې وکړې‪ .‬هغه سر ښکته کړ او د اکبر خان وينا ته يې د زړه غوږونه د سر د غوږو سره يو کړل‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬عزت مندو وروڼو! ښه خو به دا وه‪ ،‬چې دا فريضه مې بابا ادا کړې وی‪ ،‬خو چې هغوی ماته دا اختيار راک ړ‪،‬‬
‫نو زه به يې په خپله ادا کړم‪.‬‬

‫د اکبرخان د خبرو د اوريدو سره جينکو ټولو صفيې ته وکتل‪ ،‬صفيې د تښ تېدو دپ اره ځ ان تيار ک ړ‪ ،‬خ و گل رخ کلک ه‬
‫ونيوه او بيا يې په خپل ځای کېنوله‪ .‬خورشيد جهان او لطيفې بيگم په شوخو نظرونو ص فيې ت ه وکت ل‪ ،‬ص فيې س ر ځوړن د‬
‫کړ‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬اوس وار ستا دی‪ ،‬خدای دې خير کړي؟‬

‫لطيفه‪ :‬شاگردې زړه په دواړه السه ونيسه!‬

‫خورشيد‪ :‬صفيې! د نوي کور مبارکي اخيستو ته تياره شه!‬

‫صفيه‪ :‬ستا جونگڼه خو ال پخوا جوړه شوې ده‪.‬‬

‫په دې خبره گلرخ او لطيفې بېگم صفيې ته ډېر داد ورکړ او په دې پس ې س م د اکبرخ ان غ ږ راغی‪ ،‬ټول و جينک و س اه‬
‫راښکلې‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬زه په دې خوشحال يم‪ ،‬چې پرېشانو پښتنو د جمعيت په لور قدم پورته کړی دی او د دې وړې ټولنې پ ه وج ود‬
‫کې لويې لويې خوشحالۍ د پښتون قام انتظار کوي او زه پوهېږم‪ ،‬چې د دې بنيادي گټه سليم ايښې ده‪ ،‬سليم که په مونږ کې‬
‫د ډېرو نه په عمر وړوکی دی‪ ،‬خو په پوهه کې شايد چې د ټول و ن ه مش ر وي او اوس چې باب ا مات ه د خپلې خ ور د عم ري‬
‫ژوند د فيصلې کولو اجازت راکړی دی‪ ،‬نو زه به ډېر په خوشحالۍ دا فرض پ وره ک ړم‪ ،‬س ره د دې چې زم ا خ ور اوس پ ه‬
‫خپله ځوانه او د خپل نفس واکمنه ده‪ ،‬خو زه پوهيږم‪ ،‬چې هغه زما او د بابا په انتخاب هيڅ اعتراض نه کوي‪ ،‬زه څه چې زما‬
‫قام به هم په دې خبره فخر وکړي‪ ،‬چې مونږ د غلجيو خسران شو‪ ،‬زه خپله خور صفيه سليم ت ه ورک وم او تاس و ټ ول پ ه دې‬
‫گواهان کوم‪.‬‬

‫په دې خبره په ټولو دوستانو کې د خوشحالۍ يو بې ترتيبه شور جور شو‪ ،‬په دې شور کې د اُمبارک اُمبارک ن ارې پ ه‬
‫نور ټول شور زورورې معلومېدې‪ ،‬په زنانه ځای کې هم جينکو يو طوفان جوړ ک ړ‪ ،‬ص فيې د لطيفې بېگم پ ه غ ېږ کې‬
‫سر پټ کړ‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬ډېره شرمگيره ده!!‬

‫گلرخ‪ :‬حليمې ترور اُمبارک دې شه!‬

‫حليمه‪ :‬بچۍ ستا دې هم مبارک وي‪ ،‬شکر دی خدايه! چې زما د دې يوې بچۍ دې داسې خاوند نص يب ک ړ‪ ،‬چې ‪ ...‬او د‬
‫دې سره حليمه غريو ونيوه او څو څو ځل يې صفيه ښکل کړه‪ .‬جينکو د حليمې په غرېو بړک وهل‪.‬‬

‫خورشيد‪ :‬صفيې ماته د کونج د جينکو ژړا نه راځي‪ ،‬گنې خپل پور به مې اخيستی وه‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬تاسو ته به د فيرنگيانو رواجونه ياد وي کنه!‬

‫‪154‬‬
‫خورشيد‪ :‬نه بادارې! هغه خو زمونږ نه اوس هېر دي‪ ،‬خو ډېره بې قراري مه څرگندوه‪ ،‬نمبر دې ران زدې دی‪ ،‬پ ه دې‬
‫خبره ټولو گلرخ ته وکتل‪ ،‬گلرخ هم پوهه وه‪ ،‬چې اوس به ضرور سليم پاڅي او څ ه ب ه وايي‪ .‬هغې د جينک و او ښ ځو د دغ و‬
‫مطلبي نظرونو مقابله ونه کړی شوه او سترگې يې ښکته کړې‪ .‬په دې کې گلرخ د سليم آواز واورېد!‬

‫سليم‪ :‬زه چې د خپلو ننگيالو او ښاغليو وروڼو په دې قربانۍ څ ومره وي اړم‪ ،‬ن و کم ب ه وي‪ ،‬حقيقت دا دی‪ ،‬چې ک وم ق ام‬
‫خدای لوړوي‪ ،‬د هغه په افرادو کې د قربانۍ جذبه پيدا کوي‪ ،‬په يو قدسي حديث کې راغلي دي‪ ،‬چې خ دای ويلي دي‪(( :‬چې‬
‫ماته بنده په قربانۍ رانزدې کېدی شي))‪ ،‬که مونږ دې حديث ته فکر وکړو‪ ،‬نو زمونږ حوصلې به‌ډېرې بلندې شي‪ ،‬په ک وم‬
‫څيز چې انسان د هللا تعالی نزديکت او قربت گټلی ش ي‪ ،‬ن و خپ ل جمعيت او ق امي اتح اد حاص لول خ و څ ه خ بره ن ه ده؟ زه‬
‫خوشحال يم‪ ،‬چې د پښتون اتحاد په کار کې ما سره تاسو ټولو ورونو اتفاق څه چې زما مشرانه (‪ )22‬م و هم قبول ه ک ړه‪ ،‬خ و‬
‫خقيقت دا دی‪ ،‬چې ما دا خبره بالکل د دې جذبې د الندې نه وه څرگنده کړې‪ ،‬په ه ر ح ال کې زه ستاس و ډې ر مش کور يم او‬
‫هيڅ طاقت به يې نور په ځانځانۍ کې ونه ساتلی شي‪ ،‬ماته خو خپلې خور د خپل نفس واک تراوسه نه دی راکړی‪ ،‬خ و زم ا‬
‫د هغې د شرافت نه دا اميد دی‪ ،‬چې هغه به زما په انتخ اب کې هيڅ ن ه وايي او ک ه ويې وي ل‪ ،‬ن و ح ق هم ل ري‪ ،‬خ و خ ير!‬
‫ترڅو چې زما خيال دی‪ ،‬زما د خور گلرخ او اکبرخان عمري ملگرتيا به ډېره مناسب وي‪.‬‬

‫په دې خبره بيا د اُمبارک اُمبارک شور جوړ شو‪ ،‬په زنانه ځای کې خو داسې شور جوړ شو او ښ ځې جينکۍ داس ې پ ه‬
‫گلرخ راولوېدې‪ ،‬چې گلرخ يې په مينځ کې راگېره شوه‪ .‬هغه حليمې کلکه په غېږ کې نيولې وه او پرله پسې يې کښلوله‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬بس دی جينکو! نور شرارت مه کوئ‪ ،‬خوارې ته نه گورئ‪ ،‬چې د خولو چړ پرې روان دی‪ ،‬هسې هم گرمي ده‪.‬‬

‫خورشيد‪ :‬زه به يې که خير وي د واده سهرا (‪ )23‬ليکم!‬

‫لطيفه‪ :‬او سليم به ستاسو د دواړو سهرا وليکي!‬

‫خورشيد‪ :‬استادې د سليم سهرا به دغه ليکي ‪ ...‬هغه ‪ ...‬په دې خبره ټولې پ ه خن دا ش وې‪ ،‬خورش يد د رفيق ن وم ن ه ش و‬
‫اخيستی‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬څوک؟ وايه کنه وفا!‬

‫صفيه‪ :‬هو کنه وفا! لږ نوم خو يې واخله!‬

‫خورشيد سر ښکته کړ‪ ،‬هيڅ ځواب يې ورنه کړ‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬په دې خبره ماته يوه لطيفه را ياده شوه‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬لطيفې ته لطيفه يادېدل څه لويه خبره نه ده؟‬

‫لطيفه‪ :‬واوره! واوره! شرارت مه کوه‪ ،‬د يوې ښځې خبره درته کوم‪ ،‬د هغې د قرآن شريف د تالوت سره ډېره مين ه وه‪،‬‬
‫څو څو کرته يې قرآن ختم کړی وه‪ ،‬ډېره پاکه ښځه وه‪ ،‬د خاوند نامه يې نصرهللا وه‪ ،‬نو چې کوم وخت به يې دا سورة تالوت‬
‫کاوه‪(( :‬اذاجاء نصرهللا والفتح))‪ ،‬نو ويل به يې‪(( :‬اذا جاء د خوشحال خان پالره!))‪.‬‬

‫دا خبره څه وه‪ ،‬چې جينکو د کور فضا په يوه سندريزه خندا ډکه کړه‪ ،‬گلرخ هم په خن دا ش وه او لطيفې بيگم ورو ورو د‬
‫هغې په سر الس راکېښود‪.‬‬

‫‪ - 22‬اصل‪ :‬مشرانو‪.‬‬
‫‪ - 23‬سهرا له هندي کلتور نه د اغېزمن پښتو فرهنګ په پليون‪ ،‬هغه نظم دی‪ ،‬چې شاعر يې د خپل دوست (چنغول) لپاره د نظم يا غزل په سکښت‬
‫وايي‪.‬‬

‫‪155‬‬
‫لطيفه‪ :‬نو ځکه وفا ويل‪ ،‬چې د هغې سهرا به دغه ليکي! هغه‪.‬‬

‫خورشيد‪ :‬استادې! دريغه چې يوه نيمزالې سهرا خو مې ستا هم ليکلې وای؟‬

‫په دې خبره د لطيفې بېگم احساسات وغنځېدل‪ ،‬خو ځان يې سنجيده کړ‪.‬‬

‫صفيه‪ :‬رښتيا زمونږ خو هډو دې خبرې ته خيال نه وه‪ ،‬استادې څرنگه؟‬

‫گلرخ‪ :‬گستاخي مه کوئ!‬

‫په دې خبره نو لطيفې بيگم هم سترگې ښکته کړې‪ ،‬د ځوانۍ تتو شوو جذبو د هغې په اننگو کې څه مړې څپ نې غون دې‬
‫ډيوې بلې کړې‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬دا درته څه وايي؟‬

‫لطيفه‪ :‬دا جينکۍ اوس په دې بهانه خپل شرمگير مخونه تازه کوي‪ ،‬حليمې خير دی‪ ،‬زه د جينکو اس تاده يم‪ ،‬د هغ و س ره‬
‫ښه بلده يم‪.‬‬

‫خورشيد‪ :‬استادې څه خو وايه!‬

‫لطيفه‪ :‬نن د حيرانو خوشحاليو شپه ده‪ ،‬اورې چې څه کېږي‪ .‬په دې کې ښځو او جينکو د يوسف خان غږ واورېد‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬اوس چې زمونږ د دې شپې کاروايي ختم کېدونکې ده‪ ،‬زه به عرض وکړم‪ ،‬چې م ونږ ب ه د پښ تون اتح اد‬
‫کار څرنگه شروع کوو؟‬

‫سليم‪ :‬دا به يوه تعميري کار وي او په دې کې به د ټولو پښتني تپو ممبران شامل وي او د هرې تپې پ ه مرک ز کې ب ه د‬
‫دې جرگې څانگې وي‪ .‬فی الحال مونږ سره دومره سړي شته‪ ،‬چې هغوی په يوسفزيو‪ُ ،‬مهمندو‪ ،‬اپري دو‪ .،‬وزي رو‪ ،‬مس عود او‬
‫نورو قبايلي او سرحدي تپو کې کار شروع کړي‪ ،‬څرنگه؟‬

‫يوسف خان‪ :‬بالکل صحيح خبره ده!‬

‫سليم‪ :‬نو بس په دې دعا شوه؟‬

‫((يوم پښتون)) په نوم يوه بين االقوامي اجتماع وکړو‪.‬‬


‫ِ‬ ‫يوسف خان‪ :‬د دعا نه آگاهو دا فيصله هم پکار ده‪ ،‬چې مونږ د‬

‫سليم‪ :‬په کوم ځای کې ؟‬

‫اکبرخان‪ :‬زه عرض وکړم؟‬

‫سليم‪ :‬په ډېره خوشحالۍ!‬

‫اکبرخان‪ :‬زمونږ د جمرود راغه به موزون وي‪ ،‬نزدې نزدې د پښتونخوا په مينځ کې پروت دی‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬منظوره ده!‬

‫سليم‪ :‬نو بس په دې فيصله ده؟ ټولو د دې رايې سره اتفاق وکړ‪.‬‬

‫‪156‬‬
‫يوسف خان‪ :‬په اخر کې به زه يو عرض وکړم او هغه دا دی‪ ،‬چې څوک واده کوي‪ ،‬نو په هغه کې مېلمستيا هم ک وي‪،‬‬
‫خپل دوستان رابلي او په دې طريقه د واده خوشحالي زياتوي‪ ،‬خو زه ساده پښتون مسلمان يم او س اده ک ار مې ک ړی و‪ ،‬اميد‬
‫دی‪ ،‬چې تاسو به خوښ کړی وي؟ په دې خبره ټولو دوستانو په حيرانتيا سره يوسف خان ته وکتل‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬تاسو ماته حيران حيران ولې گورئ؟ ډېره موده کېږي‪ ،‬زما ښځه مړه شوې ده‪ ،‬خو زما تراوس ه دويم واده‬
‫ته خيال نه و‪ ،‬خو اخر زه پ وه ش وم‪ ،‬چې ښ ځه د ک وټې س اه ده‪ ،‬زم ا ک ور پ ه ن ه ک ور حس اب و‪ ،‬دا نن نی انتظ ام مې هم پ ه‬
‫خدمتگارو کړی دی‪ ،‬تاسو به حيران شئ! خو په دې کې د ح يرانۍ هيڅ خ بره نش ته‪ ،‬زم ا دا نن نۍ مېلمس تيا زم ا د واده پ ه‬
‫مېلمستيا کې منظوره کړئ؟‬

‫سليم‪ :‬عجيبه شپه ده نن خو!‬

‫اسلم خان‪ :‬يوسف خانه! زه دې خبر نه کړم؟‬

‫يوسف خان‪ :‬ستا هم شوق کيږي څه؟ په دې خبره د خندا شور جوړ شو‪.‬‬

‫سليم‪ :‬مونږ حيران يو‪ ،‬چې تا به د چا خور لور کړې وي؟‬

‫يوسف خان‪ :‬ما د ژوند د ملگرتيا دپاره يوه قابله پښتنه غوره کړې ده‪ ،‬تاسو به لطيفه بېگم ډېره ښه پېژنئ؟‬

‫په دې خبره نو يو طوفان جوړ شو‪ ،‬په زنانه ځای کې داسې شور پيدا شو‪ ،‬چې د سړو ش ور هم پکې ورک ش و‪ .‬لطيف ه‬
‫بيگم جينکو په مخه واخيسته‪ ،‬لطيفه ډېره زوروره ښځه وه‪ ،‬خو د جينکو اجتماعي طاقت ته يې وسله کېښوده‪ .‬يو ساعت هغه‬
‫د ماتې خوړلي سپاهي په څېر وه‪ ،‬خو بيا يې يو نوی خيال انفعالي تاثراتو ته ماتې ورکړه او ځان يې سنجيده کړ‪.‬‬

‫لطيفه‪ :‬شريرو! تاسو د اصل حال نه څه خبرې يئ‪ ،‬صبر وکړئ‪ ،‬دا حال په هر چ ا راځي! حليم ه داس ې بې غم ه ناس ته‬
‫ده‪ ،‬چې تاسو به وايئ‪ ،‬چې بس! هغه په امن امان پاتې ش وه‪ ،‬پ ه دې خ بره ټ ولې جينکۍ ح يرانې ش وې او حليمې ت ه پ ه کت و‬
‫شوې‪ .‬حليمه په دې خبره پوره پوره پوه نه شوه‪ ،‬خو شک غوندې يې پيدا شو‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬خورې! دا دې څه وويل؟‬

‫لطيفه‪ :‬پرېږده خورې! په ما يې مه وايه! اوس به يې په خپله واورې!‬

‫حليمه‪ :‬اخر څه چل دی؟ څه خو ووايه؟‬

‫لطيفه‪ :‬گل اندامې ته الړه شه! قهوه تياره کړه‪.‬‬

‫چې گل اندامه بهر ته ووته‪ ،‬نو د هغې د تگ نه پس لطيفې بيگم خپله خبره بيا ش روع ک ړه‪ :‬خ بره دا ده کن ه حليمې! چې‬
‫ستاسو دا گل اندامه هم نا ځوانه ده‪ ،‬گورې نه! ايله به زم ا هم زولې وي‪ ،‬هغ ه ورځ د خورش يد پالر د ص فيې پالر س ره څ ه‬
‫خبره کوله؟‬

‫حليمه بې قراره شوه‪ ،‬د هغې په زړه کې پرېشانو او خوفناکو خيالونو اړخونه بدل را بدل کړل‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬څه خبره يې کوله؟‬

‫لطيفه‪ :‬هسې دا يې ويل‪ ،‬چې گل اندامه هم ځوانه ده او ‪...‬‬

‫حليمه‪ :‬ښه ښځې وايه کنه! دا چپ ولې شوې؟‬

‫‪157‬‬
‫لطيفه‪ :‬ويل يې چې د اکبرخان مور اوس ډېره زړه شوې ده او چې صفيه هم واده ش ي‪ ،‬ن و پ ه ک ور کې ب ه هېڅ وک د‬
‫کار کولو قابل پاتې نشي؛ نو که دا گل اندامه‪ ...‬دا اورېدل وو‪ ،‬چې د حليمې اکر بکر ب دل ش ول او لطيفې هم دا خ بره څ ه پ ه‬
‫داسې سنجيده او قدرتي انداز کې کړې وه‪ ،‬چې د حليمې پوره يقين وشو‪ .‬اور پرې بل شو‪ ،‬له ځايه پاڅې ده او غ ږ يې وک ړ‪:‬‬
‫‪۰‬اکبرخانه بچيه! ته راشه‪ .‬په دې خبره جينکۍ ټ ولې خن دا ت ه ج وړې ش وې‪ ،‬خ و لطيفې بېگم ټول و ت ه د چپ کې دو اش اره‬
‫وکړه‪ ،‬اکبرخان په دو دو راننووت‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ولې ادې؟‬

‫حليمه‪ :‬ته دې بابا راوبله! دا يې څه تماشه جوړه کړې ده؟‬

‫اکبرخان‪ :‬ولې ادې؟ خير خو دې وي؟‬

‫حليمه‪ :‬زه درته وايم‪ ،‬چې بابا دې راوغواړه!‬

‫اکبرخان الړ او يو ساعت پس يې اسلم خان د ځان سره راووست‪ ،‬ور پسې يوسف خان هم را ننووت‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬د صفيې پالره! دا دې څه وکړل؟ زما خو ستا نه داسې طمع نه وه؟‬

‫اسلم خان‪ :‬ولې د اکبرخان مورې؟ خير دې وي؟‬

‫حليمه‪ :‬په تا خو زما دا گومان نه وو‪ ،‬ای هی! د صفيې ابا! ما خو ستا سره خپل هډونه ويلې ک ړل‪ ،‬هغ ه د خ وارۍ ش پې‬
‫مې درسره تېرې کړې‪ ،‬اوس چې خدای راحته راوسته‪ ،‬نو داسې دې سترگې بدلې کړې!‬

‫په دې خبره حليمه غرېو ونيوه‪ ،‬جينکو نوره خندا ټينگه نه کړای شوه‪ ،‬په کټ کټ په خندا شوې‪ .‬يوس ف خ ان‪ ،‬اکبرخ ان‬
‫او اسلم خان حيران وو‪ ،‬چې دا څه قصه ده؟ هغوی د استفهام په نظر څو څو ځله جينکو ته وکتل‪ ،‬خو جينکو به خن دل او څ ه‬
‫يې ويل نه! ال په دې کې به لطيفې بېگم د تاس ف س ر هم وخوځ اوه او د حليمې س ره ب ه يې د هم دردۍ مص نوعي اظه ار‬
‫وکړ‪ ،‬په دې به دحليمې غرېو ال زيات شو‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬حليمې خورې! ستا په مطلب خو زه پوی نه شوم؟‬

‫اسلم خان‪ :‬بېخ دې ووځه‪ ،‬دا څه ټسکه ټسکه دې نښلولي دي‪ ،‬سمه خبره خو وکړه کنه؟‬

‫حليمې په ژړا ژړا خبره شروع کړه‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬اول خو د صفيې پالره! ستا سره دا کار مناسب نه و او خير! که بيا درباندې دومره سترگې پټې وې‪ ،‬ن و زم ا ن ه‬
‫خو به دې يوه خوله پوښتنه کړې وای‪ ،‬ما څه کولی شول؟ څه به ښځه وي او څه به د ښځې خپگان وي؟ او د دې سره يې ن و‬
‫سمه ژړا شروع کړه‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬يا رب العالمينه! دا څه په بال واوړېدو‪ ،‬ښځې څه خو مو په مطلب خبر کړه کنه؟‬

‫حليمه‪ :‬مطلب؟ مطلب خو دا دی کنه د صفيې پالره! چې که زما هډ زوړ دی‪ ،‬نو زړه مې ال ځوان دی‪ ،‬صفيه دې خ دای‬
‫لري‪ ،‬که هغه واده شي‪ ،‬نو هم د کور په کار کې هېڅ فرق نه شي راتلی‪ ،‬اوس هم ټول د کور کارونه په ما دي‪ ،‬نو ت ه فک ر‬
‫وکړه؟ چې اوس که ‪ ...‬په دې خبره بيا په ژړا شوه او جينکو د خندا نه ټول کور په سر واخيست‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬دا څه بوس دلوي؟ را ځه يوسف خانه! چې ځو! اکبرخان په خندا شو‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬د ادې سره مې دغو جينکو څه ټوکه کړې ده‪ ،‬زه پرې پوه شوم!‬

‫‪158‬‬
‫يوسف خان‪ :‬زما هم لږ لږ شک راغی!‬

‫اسلم خان‪ :‬زه خو په هېڅ پوی نه شوم؟‬

‫حليمه‪ :‬ته به ولې پوهېږې؟ چې څوک پوه وي‪ ،‬هغه دې يو خدای پوه کړي‪ .‬اوس دې ځان للي گل کړ‪ ،‬مړه زه خ و اول‬
‫هم پوهېدم‪ ،‬تا دا گڼل‪ ،‬چې گوندې دا به هيڅ نه خبره نه وي؟ زه دې په سترگو پوی وم!‬

‫په دې خبره بيا ټول په خندا شول‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬خدای راستي چې د دې ښځې په مطلب خو زه ټکی هم پوی نه شوم؟‬

‫يوسف خان جينکو ته مخ کړ او ويې ويل‪ :‬دا شيطاني کومې يوې کړې ده؟ جينکو سرونه ځوړند کړل‪ ،‬پټ پت يې خن دل‬
‫او هېڅ يې نه ويل‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬يوسف خانه! ته مې پوی کړه کنه؟ دا څه په بال واوړيدم!‬

‫په دې کې گل اندمې قهوه راوړه‪ ،‬حليمې چې گل اندامه وليده‪ ،‬مخ ته يې پلو ونيو‪.‬‬

‫په دې نو جينکۍ د خندا نه نسکورې پرېوتې‪ ،‬يوسف خان د اسلم خان په اوږه الس کېښود او ويې ويل‪ :‬حليمه خ ور چ ا‬
‫خبره کړې ده‪ ،‬چې اسلم خان په گل اندامه نکاح تړي‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬وی کور يې خور شه او بيا يې وويل‪ :‬د اکبرخان مورې! دا درته چا دروغ ويلي دي!‬

‫حليمه‪ :‬دروغ نه رښتيا!‬

‫په دې وخت کې د گل اندامې په اننگو کې د شرم سرخي پيدا شوې وه او په کړه وړه يې د خفگان شخړه څرگنده ش وې‬
‫وه‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬چا درته ويل؟‬

‫حليمه‪ :‬لطيفه لگيا وه‪ ،‬ويل يې چې ‪...‬‬

‫په دې خبره جينکۍ بيا په خندا شوې‪ ،‬لطيفې بيگم سر ښکته کړ‪ ،‬ځکه چې يوسف خان هغې ته پ ه مس کو مس کو مالمت ه‬
‫کوونکو نظرونو کتل‪.‬‬

‫يوسف خان‪ :‬خورې! هغې شرارت کړی دی‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬گل اندامه خو زما لور ده!‬

‫په دې خبره د حليمې په مخ کې رڼا پيدا ش وه او ورس ره ورس ره انفع الي ت اثراتو هم پ ه مخ ه واخيس ته‪ ،‬هغې اوس پ ه‬
‫هسکو سترگو جينکو ته نه شول کتی‪ ،‬اسلم خان‪ ،‬يوسف خان او اکبرخان په خندا خندا حجرې ته ووتل او ي و س اعت پس چې‬
‫جينکو قهوه څښله‪ ،‬د سړو په مينځ کې د خندا يو زوږ پورته شو‪ .‬جينکۍ پوهې شوې‪ ،‬چې يوسف خان د حليمې او اسلم خ ان‬
‫کيسه څرگنده کړې وه‪ .‬جينکو هم د دې احساس له کبله په گډه وخندل‪ ،‬يو ساعت خاموشي وه او جينکۍ پوه ش وې‪ ،‬چې د دې‬
‫خاموشۍ په پای کې څه نوې غوندې ښکالو غځونې کوي‪ .‬ناڅاپه ټول و س ړو پ ه ي و آواز د ((پښ تون اتح اد زن ده ب اد)) ن اره‬
‫پورته کړه او د دې نارې ښ کالو ال پ ه فض ا کې د خپلې ارتې لمن نم اړي را غون ډول‪ ،‬چې د ښ ځو او جينک و ل ه ډډې هم د‬
‫((زنده باد ملت افغان)) ناره اوچته شوه‪ ،‬فضا د دې لويې نښې په شکريه کې هيڅ ونه ويلی شول او درن ه چپيا ورت ه غ وره‬
‫ښکاره شوه‪.‬‬

‫‪159‬‬
‫څوارلسم باب‬
‫(انجام)‬
‫کوم کار چې ابتدا لري‪ ،‬هغه ارومرو د انجام سره مخ کېږي‪ .‬د نېکۍ او بدۍ دواړه الرې د نتيجې يو منزل ته رسي‪ ،‬د‬
‫هرې ترقۍ او کاميابۍ او د هر تنزل او نامرادۍ په اخ ر کې ي و انج ام راځي‪ .‬د انس ان خپ ل اعم ال خ واه مخ واه ي وه نتيج ه‬
‫مرتب کوي‪ ،‬په شعوري او غير شعوري طور انسان مجبور دی‪ ،‬چې د هغه مېوه وخوري‪.‬‬

‫قلندر خان ډېره موده په پيښور کې د پوليس نه پټ گرځېده‪ ،‬د هغه د چوتي ياران په دې اميد کې وو‪ ،‬چې قلن در ب ه د‬
‫سليم په وژلو کې کامياب شي او دغه شان به هغه ته يو لوی جايداد او دولت په الس ورشي‪ ،‬ځکه چې س ليم پ ه پېښ ور کې‬
‫هم جايداد لرل و او د ډې رې م ودې ن ه س ليم گوي ا اوس د دې ځ ای اوس ېدونکی و‪ .‬د س ليم د قت ل پ ه سلس له کې د قلن درخان‬
‫دوستانو څو څو کرته د قلندرخان سره په گډه کوښښ هم وکړ‪ ،‬خو د کاميابۍ مخ يې ون ه ليد‪ .‬پ ه ل ږه م وده کې د قلن درخان‬
‫بدمعاشانو ملگرو ت ه معلوم ه ش وه‪ ،‬چې قلن در خ ان ي و بې مغ زو‪ ،‬ب زدل او بې ک اره س ړی دی‪ ،‬د خپ ل مع اش غم هم نش ي‬
‫‪160‬‬
‫کولی‪،‬اپوټه د هغوی په اوږو د يو پېټي په څېر پروت دی‪ .‬ورو ورو يې د هغه سره د اشنايۍ او تعلق مزی پرې کړ او هغه‬
‫يې د خپلې ډلې نه ووېست‪ .‬قلندر خان وطن ته هم نه شوتلی‪ ،‬ځکه هلته د سليم د نوکرانو نه وېرېده‪ ،‬شپه ورځ به پ ه دې فک ر‬
‫کې و‪ ،‬چې څرنگه به د سليم په قتل کولو کې کاميابي ومومي‪ .‬په اخ ر کې ورت ه عظيم خ ان ور پ ه ي اد ش و‪ ،‬د عظيم خ ان‬
‫وريادېدل څه وو؟ د قلندرخان په تور زړه کې د اميد ډيوه بله شوه‪ ،‬هغه خبر شوی و‪ ،‬چې سليم د اکبرخان س ره د ت يراه پ ه‬
‫الر وطن ته روانېدونکی دی‪ ،‬ځان يې تيار کړ او د پېښور نه پټ په پټه تيراه ته روان شو‪.‬‬

‫حليمه د گل اندامې سره مخکې ال تيراه ته تلې وو‪ ،‬سليم او اکبرخان‪ ،‬سره د گلرخ او صفيې په پېښ ور کې وو‪ ،‬اس لم‬
‫خان د تگ تياري کړې وه او د وطن دپاره يې په ښار کې د ضروري څيزونو خريد کاوه‪ .‬د اکبرخان له گلرخ سره او د سليم‬
‫له صفيې سره واده شوی وو‪ .‬خورشيد جهان د رفيق د کور ميرمن شوې وه او لطيفې بېگم د يوسف خان پ ه ت وره کوټ ه کې‬
‫ساه چلولې وه‪ .‬هغوی د پښتون اتحاد باقاع ده ک ارروايي ش روع ک ړې وه او پ ه دې سلس له کې يې د پښ تو د ي وې روزن امې‬
‫((يوم پښتون)) دپاره ت اريخ‬
‫ِ‬ ‫((پښتون اتحاد)) ډيکلريشن هم داخل کړی و‪ .‬د هغوی اراده وه‪ ،‬چې هم په دې کال کې اخر ته د‬
‫مقرر کړي‪ ،‬د هغوی دواړو قافله سحر وختي د پېښور نه تيراه ته روانه ش وه‪ .‬د س ليم اراده وه‪ ،‬چې د ت يراه پ ه الر خپ ل‬
‫وطن ته الړ شي او د خپل جايداد د سرسري کتنې نه پس واپس پېښور ته راشي‪ .‬په لنگودر کې ورته پينځو مالتړليو س ړو‬
‫انتظار کاوه‪ ،‬هلته يې د ذوالفقارخان په ځای کې غرمه تېره کړه او د ماسپښين نه پس د کجورۍ په لور روان شول‪ .‬هغ وی‬
‫ورو ورو خپل مزل لنډاوه او په الر کې يې ځای په ځای دمه کوله‪ .‬د ماښام خړه ال نه وه‪ ،‬چې د تيراه د غرونو يخ باد سليم‬
‫ته هغه تېره زمانه ور په ياد کړه‪ .‬د هغه سترگو بيا شنو شنو غرونو ته هپه وکړه‪ ،‬ادبي افکار يې بيا ولړزې دل‪ ،‬خ و پ ه ننن و‬
‫او پخوانو افکارو او خياالتو کې ډېر فرق وو‪ ،‬پخوانو خياالتو به يې د هرې منظرې ن ه ي و رنگين تخيل ج وړاوه‪ ،‬خ و د نن‬
‫خياالتو يې په هره منظره کې د پښتون اتحاد او جمعيت رنگونه ليدل‪ .‬هغه ته هره غونډۍ د متحده پښتون سنگر او ه ره ون ه‬
‫د پښتونستان بيرغ ښکارېده‪ ،‬هغه به کتل‪ ،‬چې د ونو پاڼې د پښتون اتحاد په خوشحالۍ کې ټالۍ وهي او مرغ ان د پښتونس تان‬
‫په ملي سندرو سر دي‪ .‬نن سليم محسوس کول‪ ،‬چې يو ډېر دروند بار د هغ ه پ ه اوږو پ روت دی‪ ،‬د اکبرخ ان ورت ه فک ر و‪،‬‬
‫هغه خپل اس سليم ته رانزدې کړ‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬سليمه! نن دې ذهن په کومو فلسفو کې بوخت دی؟‬

‫سليم لکه چې د يو ژور خوب نه راويښ شي‪ ،‬په هيبت يې مخ اکبرخان ته ستون کړ‪.‬‬

‫سليم‪ :‬هن! فلسفې؟ نه نه اکبرخانه! اوس د فلسفو زمانه تېره شوه‪ ،‬اوس خو د قربانيو وخت دی‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬الال مې نن پوره پوره سيايي ښکاري‪ ،‬څرنگه صفيې؟‬

‫صفيه‪ :‬دا اندازه به اکبرخان الال ښه کولی شي‪ ،‬د خاکسارانو ساالر پاتې شوی دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ما سره دا وېره ده‪ ،‬چې چرته د جنگ په ميدان کې سليم په نظم ليکلو بوخت نشي؟‬

‫صفيه‪ :‬دادا! د دې کار دپاره به وفا ډېره موزونه ثابته شي؟‬

‫سليم‪ :‬د هغې شاعرۍ هم اوس ډانگ په اوږه ايښی دی‪.‬‬

‫په دې خبره ټولو وخندل‪ .‬اسلم خان چې بې پروا غوندې مخکې په اس سپور روان و‪ ،‬خپل اس يې ودرا وه‪ ،‬چې د س ليم‬
‫آس ورنزدې شو‪ ،‬نو ويې ويل‪ :‬دا وفا! موزونه مو څه سره ويل؟‬

‫په دې نو بيا ټول په خندا شول او په دې بې ځايه خندا لکه هغه چې گڼله‪ ،‬اسلم خان ته قهر ورغی‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬دغه خو د دې تعليم نقصان دی کنه! سمه دمه خپله ژبه مو پرېښوه او د کافرانو په ژبه خ برې ک وئ‪ ،‬موزون ه‬
‫څه وي؟‬

‫‪161‬‬
‫په دې خبره بيا ټولو وخندل‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬بابا موزون خو د کفارو لفظ نه دی‪ ،‬د عربۍ لفظ دی‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬ښه! توبه توبه! دا زه څه د لېونو په کنده سر شوم‪ ،‬خو ويړکو دا مخامخ خو څوک راروان دي؟‬

‫اکبرخان‪ :‬هو! او مونږ ته راروان دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬ماته خو يې قدمونه څه اشنا غوندې ښکاري؟‬

‫گلرخ‪ :‬هغه ده الال! بيا څه نا څه فلسفه ووېسته‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬يره زما نظر اوس کم شو‪ ،‬هغه هم ورځې وې چې‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬بابا دا څه خبرې کوې‪ ،‬ستا د وخت ونې هم اوس نشته‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬هی ياره! وختونه دي تېرېږي‪ ،‬خو بچيه! دومره زوړ خو هم نه يم؟‬

‫سليم‪ :‬کاکا! دا اکبرخان هسې په تا پورې لگي‪ ،‬خو زما دا خيال دی‪ ،‬چې دا مخامخ سړی‪...‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ما وپېژنده!‬

‫سليم‪ :‬څوک دی؟‬

‫اکبرخان‪ :‬که خدای مې غلط نه کا‪ ،‬نو سيدخان راته برېښي؟‬

‫سليم‪ :‬سيدخان؟ هو هو! هم هغه معلومېږي‪ ،‬خو د راتگ اندازه يې داسې ښکاري‪ ،‬چې څه ښه خبر يې نه دی راوړی؟‬

‫صفيه‪ :‬اوس يې د فلسفيانه نظريې پوره تکميل وشو‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬د سليم اکثرې فلسفې وهمونه ثابتېږي‪.‬‬

‫سليم‪ :‬دا فلسفه مو پوره غلط الهام کړه‪ ،‬خو زه د سيد خان پ ه دې موج وده رات گ ش رط ت ړم‪ ،‬چې هغ ه ښ ه خ بر ن ه دی‬
‫راوړی؟‬

‫اسلم خان‪ :‬توبه توبه! څه بې خدايه خبرې کوي‪ ،‬غيبه وينا خدای لره ده!‬

‫سليم‪ :‬کاکا! دا غايبه وينا نه ده‪ ،‬دا د انساني نفسياتو علم دی‪ ،‬د قيافې اندازه ده‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬خدای خبر چې دا نپسيات او پياکه ((قيافه)) دې ال څه بال ده؟ خو ‪ ...‬نوره خبره يې د ټولو په خن دا کې ورک ه‬
‫شوه‪ .‬د اسلم خان د ج وپې ن ه دوه کس ان ټوپ ک پ ه الس مخکې روان وو او درې ورپس ې وروس تو تل ل‪ ،‬چې هغ ه س ړی د‬
‫لومړۍ څوکۍ سړو ته راورسېد‪ ،‬د هغو سره ودرېد او بيا په لږ ساعت کې اسلم خان ته راورسېد‪ ،‬ټولو ورته ستړي مش ي‬
‫وکړل‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬خير دې وي سيد خانه؟ ستړی مشې!‬

‫سيدخان‪ :‬خوار مشې ملکه! خير دی! سليم خانه هر کله راشه! اکبرخانه ته هم ستړی مشې!‬

‫سليم‪ :‬خوار مشې سيدخانه! ژوندی اوسې!‬

‫‪162‬‬
‫اسلم خان‪ :‬وايه کنه؟‬

‫سيد خان‪ :‬د سليم خان او اکبرخان سره مې يوه ټوټه کار و‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬ماته ووايه کنه! مشر زه يم او خبره ويړکو ته کوې؟‬

‫سيدخان‪ :‬ملک کاکا! ستاسو مشرانې اوس دا ويړکي نه مني‪ ،‬اورې که نه؟‬

‫اسلم خان‪ :‬سرکوزيه سمه صفا خبره کوه؟‬

‫سيدخان‪ :‬نه نه! زه به اکبرخان ته ووايم‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬پرېږده ابا! خدای خبر چې څه بوس به دلوي؟‬

‫سليم‪ :‬هو! پرېږده چې اکبرخان ته ووايي‪ ،‬چې څه وايي؟‬

‫سيدخان‪ :‬خبره دا ده‪ ،‬اکبرخانه! چې دغه الر بدله کړئ!‬

‫د اکبرخان په ک ړه وړه کې س ختي پيدا ش وه‪ ،‬د اس لم خ ان س ترگې تم اچې ت ه واوړې دلې او د ص فيې د ب رقعې پيڅک ه‬
‫وخوځېده‪ ،‬د سليم په مخ داسې عالمې ښکاره شوې‪ ،‬چې د هغو نه معلومې دل‪ ،‬چې د وې رې س ره س ره‪ ،‬د هغ ه د نظ ريې د‬
‫رښتيا کېدو خوشحالي هم په کې ځلېده‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ولې؟‬

‫سيد خان‪ :‬عظيم خان درته مخه نيولې ده‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬نومونږ د عظيم خان نه ډارېږو څه؟ ته خو راسره يې کن ه! د عظيم خ ان د ت ره زوی يې‪ ،‬چې هغ ه پ ه م ونږ‬
‫بريد وکړي‪ ،‬مونږ به ستا فيصله وکړو!‬

‫سيدخان‪ :‬ته کسه کنه؟ ښه کړي بد گټلي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬ابا ته صبر وکړه‪ ،‬ښه سيد خانه! چيرته يې مخه نيولې ده؟‬

‫سيدخان‪ :‬ماته يې پوره ځای نه دی معلوم‪ ،‬خو هم په دې الر کې چرته ناست دي او اصل غرض يې د سليم خ ان م رگ‬
‫دی‪.‬‬

‫په دې موقع د گلرخ د خولې نه يو سپک غوندې اسوېلی راووت‪ ،‬د صفيې په بدن کې يو بې اختياره حرکت پيدا شو‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬د سليم مرگ؟ عظيم خان شرمېدلی نه دی؟‬

‫سيدخان ځان سنجيده کړ‪.‬‬

‫سيدخان‪ :‬هغه د ځان سره د سليم خان مدعي راوستلی دی‪ ،‬غږ به يې هغه کوي‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬د سليم مدعي؟ هغه څوک دی؟‬

‫سيدخان‪ :‬قلندر خان!‬

‫دا اورېدل څه وو‪ ،‬چې ټولو د حيرانتيا نه يو بل ته وکتل او بيا ناڅاپه د ټولو د خولې نه قلندر خان ووتل‪.‬‬

‫‪163‬‬
‫اکبرخان‪ :‬دا خو ډېره ښه شوه‪ ،‬خدای په وطن کې راباندې پېښ کړ!‬

‫سيدخان‪ :‬خپله کوې او د بل نه اورې! هغو به ښې پخې مورچې نيولې وي‪ ،‬ځان پرې وژنې؟‬

‫سليم‪ :‬د سيدخان خيال صحيح دی‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬دا نامردي ده؟‬

‫سليم‪ :‬دا جهالت او بې وقوفي ده؟‬

‫اکبرخان‪ :‬بيا به پېغور کوي‪ ،‬چې وډار شوئ!‬

‫اسلم خان‪ :‬بچيه! د سليم خبره ښه ده‪ ،‬دا خبره ما په پ وځ کې زده ک ړې ده‪ ،‬به ادر او م يړنی هغ ه ن ه وي‪ ،‬چې اروم رو‬
‫ځان مرگ ته وړاندې کړي‪ ،‬ميړني هغه وي‪ ،‬چې ځان وساتي او دښمنانو ته نقصان ورپېښ کړي‪ .‬راځئ! چې ځ و! الر ب ه‬
‫بدله کړو‪ ،‬په وطن کې به ورسره گورو‪.‬‬

‫گلرخ‪ :‬د الال فلسفه بالکل صحيح ثابته شوه‪.‬‬

‫اسلم خان‪ :‬يره دا خو سليم پوره بزرگ دی؟‬

‫د دې نه پس نو اسلم خان او د هغه ملگري په بله الر روان شول‪ ،‬شپه يې پ ه الره ت ېره ک ړه او بل ه ورځ خپ ل کلي ت ه‬
‫ورسېدل‪ .‬خلک مخې ته ورغلل‪ ،‬د خوشحالۍ او هرکلي ډزې وشوې‪ .‬هغه شپه په خندا خوش حالۍ ت ېره ش وه او س حر چې‬
‫کوم وخت چايو ته کښېناستل‪ ،‬د يوې ونې دپاسه ناست کارغه يو آواز اوچت کړ‪.‬‬

‫حليمه‪ :‬د ښو زېری وکړه!‬

‫په دې خبره سليم‪ ،‬اکبرخان او گلرخ يو بل ته وکتل‪ ،‬د هغ وی پ ه ذهن کې ت ېره واقع ه وگرځې ده‪ ،‬چې حليمې همدغ ه‬
‫شان کارغه مخاطب کړی و او اکبرخان ورته توهم ويلي و‪ ،‬او سليم د حليمې ملگرتيا کړې وه‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬سليمه! څه وايې د دې توهم په هکله؟‬

‫سليم‪ :‬زه اوس هم په خپل خيال ټينگ يم‪ ،‬د دې توهماتو شاته څه نا څه حقيقت ضرور وي؟‬

‫په دې کې نسيم خان ساه نيولی پاس راوخوت‪.‬‬

‫نسيم خان‪ :‬سيدخان راغلی دی او وايي چې عظيم خان او قلندر خان دواړه مړه شول‪ ،‬ټولو په حيرانۍ يو بل ته وکتل!‬

‫حليمه‪ :‬ښه! نو هسې خو مې نه ويل‪ ،‬چې د ښو زېری وکړه!‬

‫سليم‪ :‬اکبرخانه! ودې ليدل!‬

‫اکبرخان‪ :‬نو کارغه د دې نه څه خبر شو؟ نسيم خانه! سيد خان څه ويل‪ ،‬چې په څه مړه شول؟‬

‫نسيم خان‪ :‬دادا! سيد خان مې د ابا سره الندې ناست دی‪ ،‬وي ل يې چې قلن در س ره ډې ر م ال و‪ ،‬عظيم خ ان پ ه هغ ه م ال‬
‫وويشتو‪ ،‬قلندر خان سره هم تماچه وه‪ ،‬هغه هم په عظيم خان ډز وکړ‪ ،‬دواړه مړه شول‪.‬‬

‫سليم‪ِ :‬انا َ هلل و اِنا اَليه ِ‬


‫راجعُون‪.‬‬

‫‪164‬‬
‫اکبرخان يې خبره پرې کړه‪.‬‬

‫اکبرخان‪ :‬يره خو پوره مال يې نو!‬

‫سليم‪ :‬د ترجيع کلمه خو څه بد کار نه دی‪ ،‬اکبرخانه! هر څه چې وو‪ ،‬خو يو زما د تره زوی و او بل زمونږ ډې ر خ دمت‬
‫کړی و‪ .‬هغوی ته خپل عمل ورسېد‪ ،‬مونږ يې په مرگ سخه ولې کړو؟‬

‫صفيه‪ :‬دومره نرمي خو‪...‬‬

‫حليمه‪ :‬سليم بچی مې سپين مسلمان دی‪ ،‬خدای دې عمر ورکړي!‬

‫گلرخ‪ :‬هغه د کارغه خبره خو په ځای پاتې شوه؟‬

‫اکبرخان‪ :‬هغه توهم دی‪.‬‬

‫سليم‪ :‬زه وايم چې کارغه به د عظيم خان او قلندر خان په الشونو راتېر شوی وي‪ ،‬کارغه د ډېر لرې نه بوی اخلي!‬

‫اکبرخان‪ :‬دا فضوليات دي‪ ،‬خو راځه چې الندې سيد خان ته ورکوز شو او په پوره کيسه ځان پوه کړو؟‬

‫سليم‪ :‬ډېره ښه ده او که ممکنه وي‪ ،‬چې د قلندر خان د تجهيز او تکفين غم هم وکړو؟‬

‫‪165‬‬

You might also like