کمونيزم او د افغاني کمونستانو جناياتو ته يوه کتنه

You might also like

Download as pdf or txt
Download as pdf or txt
You are on page 1of 26

‫کمونيزم او د افغاني کمونستانو جناياتو ته يوه کتنه‬

‫مې ‪Date: 8302 ,03‬‬

‫مولوی عبدالهادي مجاهد‬

‫کمونيزم پر الحاد ولاړ يو فکري مکتب دی‪ ،‬ماده د هر څه اساس بولي‪ ،‬تاريخ د بشر د‬
‫طبقاتو تر منځ د جګړې او کشمکش او د اقتصادي عامل پر اساس تفسيروي‪ .‬دغه‬
‫فکري مکتب په آلمان کې د مارکس او انګلز له لوري رامنځته شو که څه هم چې کمونيزم‬
‫ته ورته افکار په تاريخ کې پخوا ه م په بېلابېلو شکلونو ليدل شوي او کار ورته شوی‬
‫دی‪ .‬دمارکس او انګلز افکارو ته بلشويکانو د لېنن په مشرۍ په روسېه کې هغه وخت‬
‫د عمل جامه ورورواغوستله او د هغهو پر اساس يې په روسيه کې نظام او ټولنه جوړه‬
‫کړه چې کله يې په ‪ ۹۱۹۱‬م کال کې د کمونيست انقلاب د بريالي کېدو په نتيجه کې د‬
‫روسې شاهي حکومت له منځه يو ووړ‪ .‬کمونستانو د زور له لارې نور ولسونه لاندې کړل‬
‫او د هغوئ هېوادونه يې ونيول او د شوروي اتحاد په شکل کې يې يو لوی زورور دولت‬
‫قائم کړ‪.‬‬
‫د کمونيزم د فکري مکتب مهم او مشهور شخصيتونه لاندې خلک دي‪:‬‬

‫‪( - ۹‬کارل مارکس) د مشهور يهودي حاخام مردخای مارکس لمسي وو چې په ‪۹۱۹۱‬م کې‬
‫زېږېدلی او په ‪۹۱۱۱‬م کې مړ شوی دی‪.‬‬

‫‪( - ۲‬فردرېک انګلز) په ‪۹۱۲۱‬م کې زېږېدلی او په‪ ۹۱۱۱‬م کې مړ شوی‪ .‬انګلز د کمونيزم‬
‫د فکر په رامنځته کولو او خپرولو کې د مارکس ملګری وو او د مارکس د ژوند تر پايه‬
‫يې د هغه او دهغه د کورنۍ مصارف ورکول‪.‬‬

‫‪ (- ۱‬لېنن) چې اصلي نوم يې (ولادېمير الېچ بوليانوف) وو په ‪۹۱۱۱‬م کې زېږېدلی او په‬


‫‪ ۹۱۲۱‬م کې مړ شوی دی‪ .‬لېنن کمونيزم له نظريې څخه تطبيق ته راووېست‪ ،‬او د شوروي‬
‫اتحاد دولت يې رامنځته کړ‪.‬‬

‫‪ ( - ۱‬سټالين) چې اصلي نوم يې (جوزېف واديونوېچ) وو‪ .‬هغه په ‪۹۱۱۱‬م کې زېږېدلی او‬
‫په ‪ ۹۱۱۱‬م کې مړ شوی‪ .‬جوزېف سټالين د کمونست کوند سکرتر او او تر لېنن وروسته‬
‫د شوروي اتحاد مشر شو‪ .‬سټالين په قساوت‪ ،‬ظلم‪ ،‬استبداد‪ ،‬دېکتاتورۍ او او د خپلو‬
‫مخلفينو په وژلو او شړلو کې نړيوال شهرت کتلی وو‪.‬‬

‫‪( ۱‬تروتسکې) چې حقيقي نو يې (بروشتاين ) او د مارکس او لېنن په څېر يهودي الأصل‬


‫وو‪ .‬هغه په ‪۹۱۱۱‬م کې زېږېدلی او په ‪ ۹۱۱۱‬م کې د سټالين په تدبير ووزل شو‪ .‬هغه د‬
‫کمونست ګوند د بهرنيو چارو مسؤول او بيا وروسته د ګوند د چارو مسؤول ټاکل شوی‬
‫وو چې وروسته بيا له ګوند په خلاف په فعاليت تون شو او سټالين له ګونده وشاړه‪.‬‬

‫کمونيزم د زور د استعمال‪ ،‬پراخ او مؤثر دعوت او په نړۍ کې د کاپيټاليزم په مقابل‬


‫کې د عکس العمل په ډول په ډېرو لږو کلونو کې د نړۍ په هېوادونو کې خپور شو او په‬
‫شوروي اتحاد‪ ،‬چين‪ ،‬چکسلواکيا‪ ،‬بلغاريا‪ ،‬شرقي المان‪ ،‬يوګوسلاويا‪ ،‬پولنډ‪،‬‬
‫رومانيا‪ ،‬البانيا‪ ،‬هن ګري او کوبا کې يې نظامونه او حکومتونه جوړ کړل‪ ،‬او د اسلامي‬
‫نړۍ او نورې نړۍ په هېوادونو کې هم احزاب او د مارکسيزم پلوي حکومتونه رامنځته‬
‫کړل‪.‬‬

‫د کمونيزم اساسي عقائد او افکار په لاندې ډول وو‪:‬‬

‫‪ - ۹‬پر مادياتو ايمان درلودل او له غيبياتو انکار کول‪.‬‬

‫‪- ۲‬انساني تاريخ يوازې د مادې پر اساس تفسيرول‪.‬‬

‫‪ - ۱‬د دين او دينپالنې له منځه وړل او د الحاد او اباحيت خپرول‪.‬‬

‫‪- ۱‬د شخصي ملکيت له منځه وړل‪.‬‬

‫‪- ۱‬د کورنۍ د نظام له منځه وړل‪.‬‬

‫‪ - ۶‬د اخلاقو له منځه وړل او پدې نامه ټول هغه بندونه ماتول چې د انسان او د خوند‬
‫اخيستلو تر منځ مانع ګرځي‪.‬‬

‫کمونستانو په نړۍ کې تر سلو مليونو زيات خلک ووژل چې په دوئ کې تر څلوېښتو‬


‫مليونو يوازې مسلمانان ول چې په کريميا (قرم)‪ ،‬قوقاز‪ ،‬منځنۍ اسيا (غربي‬
‫ترکستان)‪ ،‬شرقي ترکستان يا نننی د چين (سينګ کيانګ) البانيا‪ ،‬مصر‪ ،‬عراق‪،‬‬
‫سوريه‪ ،‬اندونېزيا‪ ،‬افغانستان او نورو هېوادو کې د کمونستو نظامونو او انقلابيانو‬
‫لخوا ووژل شول‪.‬‬

‫کمونستانو په نړۍ کې د اسلام او مسلمانو په خلاف په خپله جګړه کې له لاندې تګلارو‬


‫او اساليبو کار واخيست‪:‬‬

‫‪ - ۹‬د موقتې مودې لپاره په درغو د اسلام په مقابل کې نرم درځ نيول تر څو د دوئ د‬
‫کمزورۍ په مرحله کې مسلمانان د دوئ په خلاف راونه پارېږي‪.‬‬
‫‪ - ۲‬د اسلام علماء او متدين مشران بدنامول او هغوئ د استعمار او صهيونيزم اجيران‬
‫ګنل‪.‬‬

‫‪ - ۱‬د خپل تسلط په ځايونو کې د تعليمي نصاب په ټولو مراحلو کې د کمونيزم عقائد‬
‫په لازمي ډول ور داخلول‪.‬‬

‫‪ - ۱‬د اسلامي حرکتونو د رامنځته کېلو مخنيوی‪ ،‬د موجودو اسلامپالو په ډېرې‬
‫بېرحمۍ له منځه وړل‪ ،‬تېښتې ته يې اړ کول او خلک له هغوئ څخه متنفر کول‪.‬‬

‫‪ - ۱‬الحاد پلوو ليکوالو او مفکرينو ته د بيان ټول فرصتونه په لاس ورکول‪ ،‬او د هغوئ‬
‫په توسط نويو نسلونو ته دا ورتلقينول چې اسلام نور د منلو او تطبيق وړتيا نه لري‪ ،‬او‬
‫دا چ ې نور بايد مسلمانان د اسلام احکامو او عقائدو ته د تسليمېدو پر ځای دې له خپلو‬
‫عقلونو کار واخلي‪.‬‬

‫‪ - ۶‬د مسلمانو ولسونو تر منځ د هر ډول اسلامي تړاو له منځه وړل‪ ،‬او پر ځای يې د‬
‫ولسونو تر منځ د کمونيزم تړاو تقويه کول‪.‬‬

‫‪ - ۱‬په مسلمان ميشتو سيمو کې د مساجدو او ديني مراکزو د بندولو تر څنګ د‬


‫مسلمانو ټولنو د افرادو په ضمير کې د عقيده ورانوونکو کيسو‪ ،‬ناولونو‪ ،‬ډرامو‪،‬‬
‫لکچرونو‪ ،‬سيمينارونو‪ ،‬کتابونو‪ ،‬جريدو او نورو نشريو د خپرلو له لارې د اسلامي‬
‫عقيدې او باورونو له منځه وړل‪.‬‬

‫‪ - ۱‬ساينس او د هغه اکتشافات د دين په مقابل درول‪ ،‬او خلکو ته دا ورتلقينول چې‬
‫ساينسي موندنې حقائق او ديني باورونه خرافات دي‪.‬‬

‫‪ - ۱‬اسلامي نصوص له خپل اصلي روح او معنی څخه خالي کول او پر ځای يې د کمونيزم‬
‫روح او معنی ور اچول‪.‬‬
‫‪ - ۹۱‬په ډله ييز ډول مسلمانان له منځه وړل او يا يې له خپلو سيمو په زور شړل او په پاشلي‬
‫ډول يې په نورو سيمو کې پداسې ډول ژوند ته مجبورول چې خپل ديني او قومي هويت‬
‫ونه لرلی شي‪ ،‬او د يو څه وخت له تېرېدلو وروسته په نورو ولسونو کې ور جذب شي‪.‬‬

‫‪ - ۹۹‬د دين د علماوو وژل او يا يې په شاقه کارونو مصروفول‪.‬‬

‫‪ - ۹۲‬د شرعي محکمو او قوانينو له منځه وړل‪ ،‬او خلک کمونستي محاکمو ته په ورتللو‬
‫مجبورول‪.‬‬

‫‪ - ۹۱‬د جسدي تعذيب بېلابېل ډولونه لکه‪ :‬پر سر مېخکوب کول‪ ،‬په اور سوځول‪ ،‬په‬
‫ټوپک د نښې د پخولو لپاره د هدف په حيث کارول‪ ،‬تر مرګه په زېر زمينيو کې‬
‫بنديانول‪ ،‬په برقي آلاتو تعذيبول‪ ،‬په دوو مختلف الجهته څرخونو پورې تړل او بندونه‬
‫يې يو ل ه بله سره جلا کول‪ ،‬د نوکانو وېستل‪ ،‬د بدن د غوښو پرېکول‪ ،‬په سخته يخنۍ او‬
‫واوره کې لوڅ ساتل‪ ،‬د بنديانو په خولو‪ ،‬پوزو او سترګو کې کيمياوي مواد اچول او د‬
‫روحي او جسمي تعذيب په نورو مېتودونو تر هغه وخته ربړول چې د کمونستانو مقصد‬
‫به ورڅخه حاصل شو‪.‬‬

‫کمونستانو (اِل ه)‪( ،‬پيغمبر) او (دين) د ټولنې اپين بلل‪ .‬له غيبياتو يې انکار کاوه‪ ،‬له‬
‫يهوديته پرته نور يې له ټولو دينونو سره دښمني وه‪ ،‬او په دې نظر ول چې ملايان او ديني‬
‫طبقه په دې اپينو خلک بې حسه کوي او د ځان تابع يې ګرځوي‪.‬‬

‫کمونيزم دانسان د پيدايښت په اړه د (ډاروين) نظريه منلې وه‪ ،‬هغه نظريه چې انسان د‬
‫الله تعالی مخلوق نه بولي‪ ،‬بلکې پدې نظر دي چې انسان له اوله د اوبو په تل کې د يوې‬
‫جرثومې په شکل پروت و‪ ،‬د وخت په تېرېدو سره يې د چنجي شکل ونيو او د سمندر‬
‫څنډي ته راغی چې دې جرثوم وروسته د بل حيوان شکل ونيو‪ ،‬او دې حيوان بيا تر ډېرو‬
‫مراحلو له تېرېدلو وروسته د بيزو شکل اختيار کړ‪ ،‬وروسته د تکامل بل پړاو ته داخل‬
‫شو او د بيزو شکل يې ونيو او بيا وروسته په چمپانزې بدل شو‪ .‬چمپانزې چې د‬
‫بيزوګانو يو ډول دی انسان ته ورته حرکات اجراکوي له څه وخت وروسته يې لکۍ او‬
‫ويښته توی شول‪ ،‬او د اوسنۍ زمانې انسان تری جوړ شو‪.‬‬

‫د اروپايي فيلسوف (چارلس ډاروين) د دې نظريې له وړاندې کولو هدف دا وو تر څو‬


‫هم د مخلوقاتو له خالق څخه انکار وکړي‪ ،‬او هم هغه عقيده تکذيب کړي چې انسانان د‬
‫الله تعالی په قدرت د آدم او حوا له ذاته پيدا شوي دي چې د ټولو دينونو هم پر همدې‬
‫متف قه عقيده ده‪ ،‬او هغه داسې چې آدم عليه السلام د الله تعالی له لوري لومړی خلق‬
‫شوی انسان دی‪ ،‬له ده يې حوا خلق کړه‪ ،‬او بيايې د دوئ دواړو له تولد او تناسل څخه د‬
‫انسانانو لړۍ پيل کړه‪.‬‬

‫د ډاروين همدا نظريه د (کارل مارکس)‪( ،‬انګلز) او له هغه وروسته د (لينن) لخوا خپره‬
‫شوه‪ ،‬او هغې ته يې انکشاف ورکړ‪ ،‬تر دې چې دې نظريې په تعليمي نصابونو کې ځای‬
‫وموند او د مکتب او پوهنتون شاګردانو ته به ديوې منل شوې عقيدې په حيث‬
‫تدريسېده‪.‬‬

‫تر مارکس او انګلز وروسته د (فردريک نيچه) په نوم بل المانی فيلسوف چې له ‪۹۱۱۱‬م‬
‫تر ‪۹۱۱۱‬م يې ژوند کړی راغی‪ ،‬له ټولو اديانو يې د انکار فلسفه وړاندې کړه‪ ،‬او دا نظريه‬
‫وړاندې کړه چې ـ نعوذبالله ـ (إله) مړ شو‪ ،‬او اوس انسان په خپله (اِله) دی‪ .‬که څه هم چې‬
‫د نيچه د وينا مقصد دا نه وو چې د نړۍ او د ټول عالم خالق مړ شوی‪ ،‬بلکې د هغه مقصد‬
‫په هغه وخت کې د اروپا په هغو ميتا فيزيکو (ماوراء طبيعت) باورونو باندې چې‬
‫اروپايي تدين (اله) ته منسوبول نقد کول وو‪ ،‬خو کمونستانو د هغه له نظريې داسې‬
‫تفسير واخيست چې دا چې انسان د سمندر‪ ،‬غرونو او وچې تر تسخيرولو وروسته تر‬
‫فضا پورې ټول تسخير کړي دي او د خپل عقل پوخوالي ته رسېدلې دی‪ ،‬نو د دې پر‬
‫ځای چې انسان دې د (اله) وجود ته ضرورت ولري نور پخپله د الوهيت مرتبې ته‬
‫رسېدلی دی‪ .‬او هغه څوک چې عقلي تکامل ته رسېدلی وي او پخپله (اِله) وي هغه نور‬
‫(نعوذبالله من ذلک) نه پيغمبر ته ضرورت لري‪ ،‬او نه کوم اسماني کتاب ته‪.‬‬
‫همدارنګه يې دا نظريه هم وړاندې کړه چې پر انسانانو باندې داسې يوه زمانه راتلونکې‬
‫ده چې د اوسنيو انسانانو او د هغې زمانې د انسانانو ترمنځ به دومره فرق وي لکه د ننني‬
‫انسان او پرونۍ بيزو ترمنځ چې وو‪ .‬ده دا ډول انسان د )‪ (Super Man‬په نامه ياد کړ‪،‬‬
‫هغه چې غرب يې اوس ديوه تصور په توګه مني او په اړه يې ډول ډول خيالي فلمونه‬
‫جوړوي‪.‬‬

‫کمونستانو د انسانانو تر منځ درې شيان (زر (دارايي)‪ ،‬زور (حکومت)‪ ،‬زن (ښځه)‬
‫شريک بلل‪ ،‬او دا نظريه يې لرله چې هېڅوک بايد په يوازې او شخصي توګه د دې‬
‫شيانو مالک نه وي‪ ،‬که څه هم چې وروسته بيا کمونستانو په عملي لحاظ پدې نظرياتو‬
‫کې تر ډېره حده ترميمکاري وکړه‪.‬‬

‫کمونستانو د دې نظريې د تطبيق لپاره د ټولنې د طبقاتو تر منځ د مساوات راوستلو په‬
‫مقصد طبقاتي مبارزه لازمي ګڼله‪ .‬د کارګري انقلاب په نامه يې د ټولنې د بانفوذه‬
‫خلکو‪ ،‬خانانو‪ ،‬سرمايه داره او روحانينو پر ضد مبارزه شروع کړه‪ ،‬او هر ځای به يې‬
‫همدا شعار بدرګه کاوه چې (د نړۍ کارګرانو سره يو شئ)‪ .‬دوئ غوښتل تر څو ټيټه او‬
‫کارګره طبقه راپورته شي‪ ،‬خانان او ملکان‪ ،‬ملا او محراب‪ ،‬قران او پيغمبر او ټول‬
‫ټولنيز او الهي اصول له منځه يوسي‪ ،‬او بيا دې د کارګري انقلاب په نامه د کارګرانو‬
‫داسې يو نظام رامنځته شي چ ې پر هر څه حاکميت ولري‪ ،‬او د دوئ دولت دې بيا هر څه‬
‫پر دوئ په مساويانه توګه مصرفوي‪ .‬نور به نه خانان خاني کوي‪ ،‬او نه به غريب غريب‬
‫پاتې کېږي‪ .‬دوئ د الله تعالی له دې تقسيمه منکر ول چې فرمايي( ‪:‬أَهُمْ يَقْسِمُونَ رَحْمَتَ‬
‫رَبِکَ َنحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُمْ مَعِ يشَتَهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُنْيَا وَ َرفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ‬
‫جمَعُونَ( ‪)) (23‬سورة الزخرف‪:‬‬
‫سخْرِيًا وَرَحْمَتُ رَبِکَ خَيْرٌ مِمَا يَ ْ‬
‫ضهُمْ بَعْضًا ُ‬
‫لِيَتَخِذَ بَعْ ُ‬
‫‪).۱۲‬‬

‫ترجمه‪( :‬آيا دوئ ستا د رب رحمت وېشي؟ (داسې نده بلکې) موږ وېشلی په منځ د دوئ‬
‫کې معيشت د دوئ په ژوندون لږ کې او پورته کړي مو دي ځينې د دوي پر ځينې نورور‬
‫په مرتبو کې چې ونيسي ځينې د دوئ (چې غنيان دي) ځينې نور (چې فقيران دي)‬
‫تابعان کارکوونکي)‪.‬‬

‫کمونستانو به ويل چې په تاريخ کې چې څومره جګړې تېرې شوې دي هېڅ يوه يې هم حق‬
‫او باطل نه لري‪ ،‬بلکې ټول د مادياتو د لاسته راوړلو لپاره ترسره شوي دي‪ .‬که پيغمبرانو‬
‫د پيغمبرۍ دعواوې کړي نو هم يوازې او يوازې د دې لپاره يې کړي چې په خلکو کې‬
‫خپل حيثيت لوړ کړي‪ ،‬شتمنۍ يې قبضه کړي‪ ،‬او پر ملتونو خپل حاکميت قائم کړي‪ .‬نه‬
‫ورکې د کفر او اسلام موضوع هدف وه‪ ،‬او نه هم د حقپالو او باطل پرستو موضوع‪،‬‬
‫بلکې ټول له يوه سره د ماده پرستۍ پر بنا را منځته شوي دي‪.‬‬

‫کمونستانو د تاريخ دغه ډول تفسير ځکه کاوه چې دوئ په نړۍ کې تر ټولو ارزښتمن‬
‫ش ی ماده بلله‪ ،‬او پدې نظر ول چې يوازې بايد همدا وپالل شي‪.‬‬

‫کمونستانو د حرام په نامه کوم څه هم په خپل قاموس کې نه لرل‪ ،‬او ټول څه يې حلال ګڼل‪.‬‬
‫دا ځکه چې دوئ د (حرام) تصور له ژوند څخه د پوره خوند اخيستلو پر وړاندې خنډ‬
‫ګاڼه‪ .‬له همدې امله خو کمونيزم ته اباحيت هم و يل کېږي يعنې هر څه ورکې مباح دي‪.‬‬

‫کمونيزم د لاتيني د )‪ (communis‬له لفظ څخه چې د انګليسي د )‪ (Common‬يا‬


‫)‪ (universal‬په معنی دی اخستل شوی چې د عام او شايع معنی لري چې له همدې امله‬
‫يې په عربي کې (الشيوعية) بولې‪ .‬او دا ځکه چې هر څه يې د پلويانو تر مينځ خپاره‪،‬‬
‫مشترک او شايع دي‪.‬‬

‫دا نظريات په لومړي ځل د مارکس او د هغه د ملګري انګلز لخوا وړاندې شول‪ ،‬او‬
‫وروسته د لينن لخوا د يوه نظام او حکومت په شکل کې تطبيق شول‪.‬‬

‫په افغانستان کې د کمونيزم خپرېدل‪:‬‬


‫شوروي اتحاد د کمونيزم نظريات افغانستان ته هم راصادر کړل‪ ،‬تر څو لدې لارې‬
‫ا فغانستان تسخير کړي‪ ،‬افغانان په خپل کتار کې ودروي‪ ،‬د عربو بحر ته په رسېدو د‬
‫عربو د تېلو منابعو او نورو اقتصادي اهدافو ته ځان ور نيږدې کړي‪ ،‬او هم پدې ټوله‬
‫سيمه کې د غرب د نفوذ مخه ونيسي‪.‬‬

‫د دې عقائدو له خپرېدلو وروسته په هېواد کې (د افغانستان ډېموکراټيک ګوند) په‬


‫نامه د کمونستانو حزب رامنځته شو‪ .‬دې ګوند په افغانانو کې د خپلو نظرياتو د خپرولو‬
‫لپاره جريدې رامنځته کړې چې په هغو کې يوه د نور محمد ترکي د څانګې لخوا د بارق‬
‫شفيعي په مشرۍ د (خلق) او (بله) د ببرک کارمل د څانګې لخوا د سليمان لائق په‬
‫مديريت د (پرچم) په نا مه ونومول شوې‪ .‬له څه وخت وروسته د نور محمد ترکي او ببرک‬
‫کارمل تر منځ اختلافات رامنځته شول چې د دې ګوند د تقسيمېدو سبب شول‪ .‬د نور‬
‫محمد ترکي پلويان د خلق په نامه سره را غونډ شول‪ ،‬او د ببرک کارمل پلويان د پرچم‬
‫په نامه‪ ،‬خو دواړو ډلو به په رسمياتو کې ځان (حزب ډېموکراټيک خلق افغانستان)‬
‫نوماوه‪.‬‬

‫دوئ د ظاهر شاه د حاکميت په وخت کې په ښکاره په فعاليت پيل وکړ‪ .‬په افغاني‬
‫مکاتبو‪ ،‬ليسو او تعليمي مراکزو کې يې فعاليتونه شروع کړل‪ ،‬او د ځان لپاره د پلويانو‬
‫د روزلو په مقصد يې تقريبا په ټول افغانستان کې فکري او تربيوي حلقې تأسيس کړې‪.‬‬
‫دوئ په دې فعاليتونو او حلقو کې د کمونستو اديبانو‪ ،‬فيلسوفانو‪ ،‬ليکوالو او‬
‫سياسي رهبرانونو په تېره د لينن فکري ادبيات او کتابونه تدريسول‪ ،‬روسي او‬
‫کمونستي ناولونه‪ ،‬مقالې‪ ،‬فلسفه‪ ،‬عقايد او کتابونه به يې ژباړل او بيا به يې د خپلو‬
‫پلويانو په واک کې ورکول‪.‬‬

‫د ا فعاليتونه تر دې ورسېدل چې يوه لويه برخه د هېواد خلک چې زيات يې ځوانان ول‬
‫په خپل صف ور داخل کړي‪.‬‬
‫دې نويو او پر جوشه ځوانانو د دې نظرياتو په خپلولو له ملا‪ ،‬اسلامپالي‪ ،‬حاجي‪ ،‬مخور‬
‫او ولسي مشر سره دښمني شروع کړه‪ ،‬او الله تعالی‪ ،‬قرانکريم‪ ،‬پيغمبر او دين ته په‬
‫س پکاوي يې پيل وکړ‪ .‬تر دې چې د دې ګوند ټول نظريات د کفرياتو په توګه په ټول‬
‫هېواد کې د خلکو تر منځ علني شول‪ ،‬او د خلکو حساسيتوتونه او له دين څخه د دفاع‬
‫احساسات يې راوپارول‪.‬‬

‫د دې ګوند د نظرياتو او پيروانو په خلاف د خلکو اسلامي احساسات راوپارېدل‪ ،‬او د‬


‫مخالفت لپ اره يې د مسلمانانو فکري او سياسي بهير په جوړېدو او ځوانان ورکې په‬
‫منظمېدو شول چې ځينو يې له مدرسې‪ ،‬مسجد او محرابه سر راپورته کړ‪ ،‬او ځينو يې‬
‫له ليسو‪ ،‬پوهنتونو او تعليمي مراکزو‪ .‬په پوهنتونو کې محصلين له خپلو هغو‬
‫اسلامپالو استادانو څخه چې په مصر کې يې زده کړې کړې وې او د مصر له مسلمانانو‬
‫دعوتګرانو په خاص ډول له (الاخوان المسلمون) څخه يې اسلامي فکر اخيستی وو‬
‫متأثر شول‪ ،‬او د ګروپونو او تنظيمونو په شکل يې د کمونستانو په خلاف لوری ونيو‪.‬‬

‫اسلامپالو استادانو به د اسلامي فکري ادبياتو په ژباړلو د ځوانانو افکار جوړول‪ ،‬او‬
‫هغوئ به يې له کمونستانو څخه د خپل دين او وطن د دفاع په روحيه روزل‪ .‬دې سرشاره‬
‫او با احساسه ځوانانو چې د انجينير حکمتيار‪ ،‬استاد رباني او استاد سياف په څېر‬
‫خلک هم پکښې ول‪ ،‬عملاً د کمونستانو خلاف مبارزې ته داخل شول او د هغوئ د‬
‫مخنيوي فعاليتونه يې پيل کړل‪.‬‬

‫ظا هر شاه چې د اسلامپالو راپورته کېدل وليدل نو هغوئ يې تر فشارونو لاندې راوستل‬
‫چې دې کار د کمونستانو تقويه کېدلو ته نوره هم زمينه سازي وکړه‪ .‬دوئ په دولتي‬
‫ادارو کې د خپل فکر او تګلارې خلک پيدا کړل‪ ،‬او په پوځ کې يې د خپلو عقائدو په‬
‫نشرولو پيل وکړ چې له امله يې زيات ټيټ رتبه او ځينې لوړ پوړي پوځيان هم ورخپل‬
‫کړل‪.‬‬
‫هغه وخت چې د ظاهر شاه د تره زوی او اخښي داود خان پر ظاهر شاه سپينه کودتا وکړه‬
‫او واک يې تر لاسه کړ‪ ،‬نو په خپله کابينه کې يې کمونستانو ته هم ځای ورکړ‪ .‬دا ځکه‬
‫چې له يوې خوا کمونستانو زيات نفوذ درلود‪ ،‬او له بلي خوا شوروي اتحاد د هېواد په‬
‫څنګ کې قرار درلود چې له کمونستانو سره يې ټينګي اړيکي لرلې‪ .‬داود خان غوښتل‬
‫د کمونستانو په توسط له شوروي سره اړيکي لا ټينګې کړي‪ ،‬تر څو يې له اقتصاد‪،‬‬
‫تخنيک او قدرت څخه استفاده وکړي چې په دې کار کې يې ځانته د کمونستانو‬
‫ورنژدې کول مناسب ګڼلي وو‪.‬‬

‫داود خان د خپل حاکميت په وخت کې د بريژنف د ملاقات لپاره شوروي ته په سفر لاړ‪.‬‬
‫خو هلته برژنف د ده د توقع خلاف رويه ورسره وکړه چې دې کار داود خان ته غوسه‬
‫وروسته او د مجلس له جريانه راووت‪ .‬دی که څه هم دين ته ډېر وفادار او متقي انسان نه‬
‫وو‪ ،‬خو د ې پېښې ده ته ټکان ورکړ‪ ،‬او په دې يې پوه کړ چې روسان د ده د زوال سبب‬
‫کېدای شي‪.‬‬

‫له ماسکوه له راستنېدو وروسته پدې فکر کې شو چې د شوروي پر ځای بايد له نورو‬
‫سيمه ييزو او په خاص ډول له عربي او نورو ګاونډيو هېوادونو سره خپل روابط ښه او‬
‫اقتصادي تعامل ته وده ورکړي‪ ،‬نو هماغه وو چې لومړی يې سعودي ته سفر وکړ او‬
‫هلته يې له ملک فيصل سره وکتل‪ ،‬بيا پاکستان ته وروګرځېد او له بوټو سره وکتل چې‬
‫له امله يې لدې هېواد سره خرابي شوي اړيکي بېرته ترميم کړې‪ .‬وروسته پر نورو‬
‫اسلامي هېوادونو وګرځېد او د هغو هېوادونو له مشرانو سره يې وکتل‪ .‬لده سره په دې‬
‫سفر کې د ده د تجارت کمونست وزير محمد خان جلالر هم ملګری وو چې دا ټول‬
‫جريانات يې څارل‪ .‬جلالر چې له داود خان سره د روسانو په بده وضع خبر وو د داود خان‬
‫په نويو عزايمو پوه شو‪ ،‬او هم يې تر دې وروسته د کمونستانو خرابيدونکی برخليک‬
‫درک کړ‪.‬‬
‫داود خا ن چې کله د دې هېوادونو له سفره هېواد ته راستون شو‪ ،‬سمدسي يې د‬
‫کمونستانو مشران زندان ته ولېږل‪ .‬دا کار يې له دين او اسلام سره د خواخوږۍ پر بنياد‬
‫نه وو‪ ،‬بلکې د دې پخاطر چې هغوئ د ده په خلاف راپورته نه شي او کودتا ونه کړي‪ .‬خو‬
‫کمونستانو تر دې وخته خپلې ريښې په ټولو تعليمي او پوځي مراکزو او دفاترو کې‬
‫غزولې او ټينګي کړي وې‪ .‬حفيظ الله امين او ملګري يې ترکي مخکي له مخکي د داود‬
‫خان په خلاف د کودتا نقشه او پلان طرحه کړی وو‪ .‬کله چې داود خان ترکی او ببرک زندان‬
‫ته ولېږل‪ ،‬په امين پسې يې هم پوليس ولېږل‪ .‬د لېږل شويو پوليسو مشر جګړن‬
‫عبدالغني ته وظيفه ورکړل شوې وه چې حفيظ الله امين ونيسي او توقيف خانې ته يې‬
‫واچوي‪ .‬هغه د ثور د شپږمې په شپه د حفيظ الله امين کور ته ورغی‪ ،‬د هغه کور يې‬
‫تلاشي کړ‪ ،‬خو د دې پر ځای چې امين له ځان سره توقيف خانې ته ورسوي‪ ،‬تر سهاره يې‬
‫په خپل کور کې نظر بن د کړ چې ځينې خلک دا دهغه وظيفوي غفلت بولې او ځينې نور‬
‫يې بيا د چپيانو لوري ته د هغه د تمايل له امله قصدي کار بولي‪.‬‬

‫د جګړن عبدالغني دا کار چې امين يې په شپه کې بندي نه کړ بلکې تر سهاره په خپل‬


‫کور کې دپاتې کېدو فرصت ورکړ د د کمونستانو د کودتا د عملي کېدو زمينه برابره‬
‫کړه‪ ،‬ځکه د همدې شپې په سهار وختي امين خپل زوی عبدالرحمن ته يو کوچنی خط‬
‫چې د کودتا د عملي کولو امر و ورکړ چې د ګوند د مرکزي کميټې غړي سيد محمد‬
‫ګلاب زوی ته يې ورسوي‪ .‬دا ليک په حقيقت کې د ګوند د نظامي مسؤول حفيظ الله‬
‫امين لخوا د کودتا فرمان و‪ ،‬سيد م حمد ګلاب زوی د ثور د شپږمې له سهاره بيا د شپې‬
‫تر يوې بجې پورې په اردو او ټولو ادارو کې خپلو کسانو ته د سبا ورځې د کودتا پيغام‬
‫ورساوه‪ .‬د ثور په شپږمه حفيظ الله امين توقيف خانې ته واچول شو‪ ،‬خو په داسې حال‬
‫کې چې هغه لا سهار وختي له خپله کوره د کودتا فرمان جاري کړی و ‪.‬د کودتا نقشه د‬
‫ده د ګوند د پاتې مسؤولينو په واک کې ورکړل شوه‪ .‬ګوند هم د نقشې د عملي کولو‬
‫بېړنی اقدام وکړ‪ .‬د کابل د زره دارو له فرقې‪ ،‬د بګرام له هوايي ميدان او د ښار له نورو‬
‫عسکري قرارګاوو پوځي افسران راپورته شول‪ ،‬ارګ يې محاصره کړ‪ ،‬بيا يې بمبار پرې‬
‫وکړ او داود خان يې له خپلي کورنۍ سره يو ځای وواژه‪.‬‬

‫د داود خان له وژلو وروسته کمونستانو زندان مات کړ او د ګوند ټول کمونست مشران‬
‫يې له زندانه راووېستل‪ .‬سم دستي وروسته اسلم وطنجار په راډيو ټلويزيون کې اعلان‬
‫وکړ چې داود خان او د يحيی د کورنۍ حاکميت له منځه ولاړ‪ ،‬انقلاب کامياب شو‪ ،‬او‬
‫نور به په هېواد کې ډېموکراټيک ګوند حاکم وي‪.‬‬

‫د کمونستانو له راتګه وروسته په هېواد کې يو نوی عهد پيل شو‪ .‬په هېواد کې ‪ ۹۱‬کاله‬
‫جنګ او وينې تويېدل‪ ،‬د (‪ ۲‬ميليونه) افغانانو وژل کېدل‪ ،‬د (‪ ۱‬ميليونه) افغانانو‬
‫مهاجر کېدل او ټول هېواد په کنډوا له بدلېدل د دې عهد لويي مادي لاسته راوړني دي‪.‬‬
‫دا چې د افغان ولس معنوياتو ته يې څومره لويه ضربه ورکړه هغه نه اټکلېدونکې ده‪.‬‬

‫په افغانستان کې د کمونستانو جنايات‪:‬‬

‫د ‪۹۱۱۱‬هـ ش کال د ثور پر ‪ ۱‬چې کله کمونستانو پر دواد خان کودتا وکړه‪ ،‬داود خان يې‬
‫وواژه او واک يې پ ه لاس کې واخيست نو خپل نوي رژيم او د داود خان د نظام له منځه‬
‫وړلو ته يې (د ثور د انقلاب) نوم ورکړ‪ .‬دغو ثوريانو په هېواد کې د اصلاحاتو په نامه په‬
‫يو لړ داسې اقداماتو لاس پورې کړ چې د د دوئ د نظام په خلاف يې د ټول ولس‬
‫احساسات راوپارول او پر وړاندې يې راپورته شول‪ .‬هغه اقدامات اوږد نوملړ لري چې‬
‫دلته يې د ځينو يادونه کوو‪.‬‬

‫کمونستانو له حاکمېدلو سره سم د کمونيزم د نظريې عملي کول پيل کړل‪ ،‬او بيا يې د‬
‫دې په خاطر چې د شريعت اصول او احکام يې د خلکو له ژونده وېستلي وي کرار کرار‬
‫يې په مختلفو بهانو او توطيو د خلکو په شخصي چارو او شرعي امورو کې لاسوهنه‬
‫پيل کړه‪.‬‬
‫مثلاً‪ :‬لومړۍ لاسوهنه چې دوئ د خلکو په شخصي امورو کې پيل کړه دا وه چې د ښځو‬
‫لپاره يې فقط ‪ ۱۱۱‬افغانۍ مهر وټاکه‪ ،‬که هر چا به د خپلي خور او يا لور لپاره تر دې‬
‫زيات مهر ټاکلی وو‪ ،‬هغه به د دوئ د قانون له مخې مجرم ګڼل کېده او دا پداسې حال‬
‫کې چې د شريعت له مخې د مهر لپاره آخري حد ټاکل شوی ندی بلکې د جانبينو ترمنځ‬
‫توافق ته پرېښودل شوی دی‪.‬‬

‫همدا ډول يې د بل فرمان په صادرولو د خلکو د شخصي ملکيت او د زمکو په قبضولو‬


‫کولو پيل وکړ ‪.‬که هر چا به له ديرش جريبه زياته زمکه درلوده ټوله به حکومت ترې قبضه‬
‫کړه‪ .‬دولتي ملکي او امنيتي مامورين به د يوه مارش په توګه هغو زمکو ته لاړل‪ ،‬بيا به‬
‫يې د زمکي مالک په ډېره ذليله توګه راوست‪ ،‬ښځينه او نارينه خلقيانو به هلته اتڼونه‬
‫او ګډاوې وکړې‪ ،‬د کليو سپين ږيري به يې هم وګډول‪ ،‬له درې‪ ،‬څلورو مکاتبو به يې‬
‫شاګر دان راوستل‪ ،‬بيرغونه به يې په لاس کې ورکړې وو‪ ،‬سرې جامې به يې وراغوستي‬
‫وې‪ ،‬ټولو به د (هورا) (هورا) نارو په وهلو لومړی خوشحالي وښوده‪ ،‬او وروسته به يې‬
‫که کوم چا د دوئ له ټاکلي حده زياته زمکه درلوده نو له هغې به يې ‪ ۱۱‬جريبه ور پرېښوده‬
‫او نوره ټوله به يې ورڅخه مصادره او د همدې مالک پر دهقانانو او بزګرانو ور تقسيم‬
‫کړه‪.‬‬

‫د يو چا شخصي ملکيت په دې توګه بل چاته ورکول د شريعت له مخې جائز کار نه دی‪.‬‬
‫د اسلام سپېڅلی دين د هر څه لپاره عادل نظام لري‪ .‬که هر څوک هر څومره ډېره زمکه‬
‫ولري اسلام يې په زوره ورڅخه د اخيستلو اجازه ن ه ورکوي‪ ،‬البته اسلام بيا د همدې‬
‫ډېرې زمکې په حاصل کې د مسکينانو خپله حصه ټاکلې ده‪ .‬الله تعالی فرمايي‪:‬‬

‫(وَالَذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌ مَعْلُومٌ (‪ )32‬لِلسَائِلِ وَالْ َمحْرُو ِم( ‪)) [32‬سورة المعارج‪]۲۱ ،۲۱ :‬‬
‫ژباړه‪( :‬او هغه خلک (هم بې صبره او حرصناکه ندي) چې په مالونو کې يې (د زکات او‬
‫صدقاتو په شکل کې) معلوم حق دی د فقيرو غوښتونکو او هغو فقيرانو لپاره چې‬
‫غوښتنه نه کوي)‪.‬‬

‫الله تعالی د مالدارو په مال کې د نادارو خلکو لپاره معلوم حق ټاکلی چې هغه د عشر‪،‬‬
‫سرسايې‪ ،‬زکاة او د صدقې نور مختلف حقونه دي‪ .‬خو کمونستانو په دغه طريقه باندې‬
‫نه بلکې د کمونيزم د نظريې مطابق له مالدارو څخه کارګرانو ته ورکړه کوله‪ ،‬او د دې‬
‫لپاره چې د کارګرې طبقې خلک د مالدارو پر وړاندې راوپاروي‪ ،‬نو له مالدارو خلکو‬
‫څخه به د هغوئ شخصي ملکيت قبضه کاوه او داسې چاته به يې ورکاوه چې هغه به يې‬
‫په شرعي لحاظ مالک نه وو‪ .‬کمونستانو دا کار ځکه کاوه چې دوئ نه (اِله) مانه‪ ،‬نه يې‬
‫د هغه دين او قران مانه‪ ،‬نه يې سنت پېژندل‪ ،‬او نه يې هم شريعت ته په درنه سترګه کتل‪.‬‬

‫الله تعالی د زکاة‪ ،‬عشر‪ ،‬سرسايې او صدقې په ټاکلو سره د مالداره او ناداره خلکو تر‬
‫منځ نور هم د اخوت‪ ،‬ورورولۍ او صميمت فضا پراخوي‪ ،‬خو د دې خلاف کمونيزم له‬
‫مالدار څخه په زوره د شخصي ملکيت په اخيستلو او بيا هغه چاته په ورکولو چې د دې‬
‫زمکي لپاره کارکوونکی ټاکلی شوی وي‪ ،‬د مالدارو او نادارو ترمنځ د دښمنۍ او‬
‫خصومت فضا رامنتځه کوي‪.‬‬

‫کله چې کمونستانو د شخصي ملکيت د لغوه کولو په هدف پدې ډول اقداماتو پيل‬
‫وکړ‪ ،‬نو متنفذ‪ ،‬مالداره او د زمکو اصلي مالکان د ټيټي طبقې په لاس ذليل او سپک‬
‫شول‪ ،‬چې دې کار په ټولنه کې د کارګرې طبقې او د زمکو د اصلي مالکانو ترمنځ‬
‫جنجالونه‪ ،‬جنګونه او حتی وژني رامنځته کړې‪.‬‬

‫دا چې مالداره طبقه محکومه وه‪ ،‬نو يې بهرنيو او همسايه هېوادونو ته يې هجرتونه‬
‫پيل کړل‪ .‬په هېواد کې جنګونو زور واخيست‪ ،‬دهقانان او غريبان هم د کمونستانو او‬
‫بيا وروسته د روسانو د وحشيانه بمباريو له لاسه د وطن پرېښودلو ته اړ شول چې له‬
‫امله يې زمکي شاړې پاتې شوي‪ .‬د اوږدې مودې جګړې له امله په هېواد کې زمکي بې‬
‫خاونده شوې‪ ،‬او د هېواد او خلکو اقتصاد ته نه جبرانېدونکې ضربه ورسېده‪.‬‬

‫کمونستانو د خپل حاکميت د بقا لپاره د ولس په ځپلو پيل وکړ‪ .‬په دې برخه کې حاکم‬
‫نظام د ډېرو لويو او بې رحمانه جرمونو مرتکب شو چې ځيني يې د نمونې په توګه په‬
‫لاندې ډول دي‪:‬‬

‫د کابل په ښار کې ولس د کمونستانو په خلاف راپورته شو‪ ،‬د الله اکبر نارې يې وهلې‪،‬‬
‫او دا يې ويل چې پر خپله خاوره د کمونستانو تسلط نه غواړو‪ ،‬له کمونيزم څخه بيزاره‬
‫يو‪ ،‬او د خپلې خاورې آزادي غواړو‪ .‬کمونستانو يې پر وړاندې عکس العمل وښود او‬
‫د دې پاڅون ‪ ۱۱۱۱‬ګډون کوونکي يې ووژل چې له امله يې د کابل جادې ټولې د ولسي‬
‫خلکو له شهيدانو ډکې شوې‪.‬‬

‫څه وخت وروسته په هرات کې خلکو په پاڅون لاس پورې کړ‪ ،‬ويل موږ له کمونيزم څخه‬
‫بيزاره يو‪ ،‬نه د هغو ظلمونو زغم لرو چې کمونستان يې پر ولسي وګړو کوي‪ ،‬او نه هغه‬
‫الحادي عقايد منو چې کمونستان يې پر خلکو تپي‪ ،‬او نه هم د دغه ډول نظام د برداشت‬
‫توان لرو چې په مکمله توګه د ولس له اسلامي مزاج سره په ټکر کې دی‪ ،‬موږ يوازې د‬
‫اسلام سپېڅلی دين غواړو‪ .‬کمونيست نظام د دې خلکو پر وړاندې هم عکس العمل‬
‫وښود‪ ،‬طيارې‪ ،‬ټانګونه او نور جنګي وسايل يې راوستل او په دوو ورځو کې يې نيږدې‬
‫‪ ۲۱‬زره انسان له ووژل‪ .‬داسې هم پيښ شول چې ژوندي انسانان يې له زمکي پورته کړل‬
‫او له فضا يې زمکي ته راوغورځول اوشهيدان شول‪.‬‬

‫د کمونستانو د تسلط په وخت کې خو به داسې ډېر پېښېدل چې په زرګونو روسان به پر‬


‫ي وه ولايت يا ولسوالۍ ورغلل او په يوه ځل به يې په زرګونو کسان ووژل چې د ساري‬
‫په ډول يې څو لاندې پېښې يادوو‪:‬‬
‫د کنړ د اسعد اباد شمال ته له پله ورهاخوا د (کيرالې) کلی واقع دی‪ ،‬دې کلي ته پرلاره‬
‫د کونړ د سيند پر سر له پله لږ ور تېر په چپ طرف کې يوه سيمه چې اوس پکې د لرګيو‬
‫د خرڅولو ځايونه دي له دوو لويو قبرونو لويي کلاوي راتاو دي‪ .‬يو يې ‪ ۱۶‬متره اوږد او‬
‫بل يې ‪ ۱۲‬متره اوږد دی‪ .‬ما (ليکوال مولوي عبدالهادي مجاهد) ته د دې قبرونو په اړه‬
‫د دېپېښې عيني شاهد د (کيرالې) د کلي اوسېدونکي مامور (سيد احمد) چې زه‬
‫ورسره د همدې قبرو نو پر سر ولاړ وم دا واقعه داسې بيان کړه‪ …(( :‬په هغه وخت کې‬
‫مجاهدينو له حکومت سره تر جکړې وروسته د کيرالي کلي ته پناه راوړه او پټ شول‪ ،‬د‬
‫کنړ والي کلي ته راغلی او امر يې وکړ چې د کلي ټول خلک دي را غونډ شي تر څو والي‬
‫ورسره خبري وکړي‪ .‬خلک ټول دې سيمي ته راغلل‪ ،‬زه هغې وني (يوې وني ته په اشاره)‬
‫سره نژدې د ښځو په مينځ کې پټ وم او صحنه مي له نژدې په خپلو سترګو ليدله‪ .‬کله‬
‫چې کمونستان مطمئن شول چې ټول خلک راغلل‪ ،‬نو پوځيانو ته يې د خلکو دويشتلو‬
‫امر وکړ‪ ،‬پوځيانو په بې رحمۍ پر بې وسلې خلکو يې ډزي پيل کړې‪ ،‬او په يوه څو لحظ و‬
‫کې يې يوولس سوه او دري اويا (‪ )۹۹۱۱‬تنه په شهادت ورسول))‪.‬‬

‫د لغمان د ولايت د اليشنګ ولسوالۍ د نجيلو د کلا په سيمه کې کمونستانو د شپې‬


‫لخوا تقريبا ‪ ۶۱۱‬ولسي خلک راټول کړل‪ ،‬په بلډوزرونو او ماشينونو باندې يې کندي‬
‫ورته و اېستلې او ټول يې ژوندي تر خاورو لاندې ک ړل‪ .‬دا ټولې واقعې د استاد محمد‬
‫زمان مزمل د (أسباب الإحتلال و أبعاد المقاومة في افغانستان) په کتاب کې هم ثبت‬
‫دي‪.‬‬

‫همدارنګه به کمونستانو په ښارونو‪ ،‬کلو او اطرافو کې تقواداره‪ ،‬متدين او دينداره‬


‫خلک چې يا به يې ږيره پر مخ درلوده‪ ،‬يا به پنځه وخته لمانځه ته تلل‪ ،‬او يا به يې کورنۍ‬
‫د ديندارۍ تاريخ درلود په زندانونو کې اچول او شکنجې به يې ورکولې‪ .‬کمونستانو به‬
‫بې له محاکمې خلک وژل او د بتخاک او يا د پلچرخي خوا ته د پولېګون په سيمه کې‬
‫به يې په ټوپکو ويشتل‪ ،‬او تر وژلو وروسته به يې خاورې پر ورواړولې‪ .‬په ځينو حالاتو‬
‫کې به يو دوه له خاورو ژوندي هم را وتل‪ .‬زما (عبدالهادي مجاهد) څو کاله مخکې د‬
‫لغمان د اليشنګ له يوه داسې مجاهد سره کاته وشول چې د مرګ له کندي بېرته ژوندي‬
‫راوتلی وو‪ .‬هغه ته به د سيمې خلکو د (ملا شهيد) نوم اخيست‪ .‬هغه خپله ټوله واقعه‬
‫راته بيان کړه‪ .‬هغه راته وويل‪(( :‬کله چې يې ډزې راباندې وکړې‪ ،‬خاورې يې راباندې‬
‫واړولې او را څخه ولاړل‪ ،‬ما ځان ژوندی احساس کړ‪ ،‬خاورې مي له ځانه واړولې ومې‬
‫کتل چې زخمي هم نه وم‪ ،‬له کندي راووتم او يوه کلي ته مي پناه يووړه‪).‬‬

‫په دغه ډول به کمونست دولت په زرګونو او په لسګونو زره افغانان ووژل‪ .‬خلک به يې‬
‫د اخواني‪ ،‬ملا او د انقلاب ضد عناصرو په نامه نيول‪ ،‬زندانونو ته به يې اچول‪ ،‬او په‬
‫شهادت به يې رسول‪.‬‬

‫کمونستانو په افغانستان کې د مسلمان ولس د عقيدې‪ ،‬شريعت او معنوي ارزښتونو‬


‫سپکاوی وکړ‪ ،‬او د خلکو د ديني هويت د مسخ کولو اقدامات يې ترسره کړل‪ .‬د هېواد‬
‫ځوان ان به يې په زوره د مجاهدينو په خلاف جګړې ته سوق کول چې له همدې امله به‬
‫ځوانان د حکومت د تسلط له سيمو وتل‪ ،‬چې په نتيجه کې يې کلي له ځوانانو خالي‬
‫شول او د هجرت لار يې ونيوله‪.‬‬

‫په ‪۲۱۹۱‬م کال کې د سپتمبر په ‪ ۹۱‬تاريخ د هالېڼد لويې څارنوالۍ د شاوخوا پنځه زره‬
‫کسانو يو لست خپور کړی دی چې په ‪ ۹۱۱۱‬او ‪ ۹۱۱۱‬م کلونو کې په افغانستان کې د‬
‫هغه وخت د استخباراتي ادارې (اګسا) له خوا وژل شوي ول‪ .‬دې ادارې د امان الله په‬
‫نوم د يو افغان پنا غوښتونکې په اړه د څېړنو په بهير کې چې يو مهال د (اګسا) نومې‬
‫پلټونکې ادارې مشر وو‪ ،‬دا ليسټ تر لاسه کړی و‪.‬‬

‫امان الله په ‪ ۹۱۱۱‬م کال کې هالينډ ته پنا وړې وه‪ .‬نوموړي د هالېنډ د کډوالو ادارې له‬
‫چارواکو سره په مرکه کې منلې وه چې د اګسا د تحقيقاتي څانګې مشر وو او د هغو‬
‫کسانو پر اسنادو يې لاسليک کړی وو چې بايد اعدام شي‪.‬‬
‫نوموړي په خپلو خبرو کې ويلي ول چې دا يې د دندې برخه وه او که يې دا کار نه کاوه نو‬
‫پر دومره لويه او حساسه دنده نه شوای ټاکل کېدای‪ .‬په تر لاسه شويو اسنادو کې دا‬
‫کسان بنسټپاله مسلمانان‪ ،‬متفکرين‪ ،‬محصلان‪ ،‬د عامه خدمتونو مامورين‪ ،‬پوځي‬
‫افسران‪ ،‬دکانداران او اشرار بلل شوي ول‪ .‬د دغو شهيدانو وارثينو او خپلوانو يې څو‬
‫ديرش کاله وروسته د خپلو شهيدانو فاتحې واخيستې‪.‬‬

‫کله چې د کمونستانو د الحادي عقايدو‪ ،‬مظالمو او وحشتونو پر وړاندې د مجاهدينو‬


‫په شکل افغان ولس راپورته شو نو دوئ ورته د اشرارو نوم ورکړ چې وروسته بيا د دوئ‬
‫په مطبوعاتو او رسنيو کې مجاهدينو ته رسمي نوم وګرځېده‪.‬‬

‫کله چې روسان راغلل نو بيا به روسانو او افغاني کمونستانو په شريکه خلک بمباردول‬
‫او وژل‪ .‬دوئ به پوره کلي ورانول او او اوسېدونکي به يې وژل‪ .‬ځوانان‪ ،‬سپين ږيری‪،‬‬
‫ماشومان‪ ،‬ښځې‪ ،‬ناروغان‪ ،‬ضعيفان‪ ،‬حيوانات او هر څه به چې په مخه ورتلل له يوې‬
‫مخې به يې فېرو نه پرې کول او وژل به يې‪ .‬يو ځل روسان او کمونستان زموږ خپل کلي‬
‫ته راداخل شول او چې کله يې له بل سره وتل نو ‪ ۱۲‬کسان يې وژلي ول‪.‬‬

‫روسانو او کمونستانو په ټول افغانستان کې پراخ وحشتونه او او زړه بوږنوونکي‬


‫جنايات تر سره کړل‪ ،‬د هغه جناياتو شاهدان لا تر اوسه ژوندي دي چې د ترسره شويو‬
‫جناياتو کېسې بايد ورڅخه وليکل شي او د تاريخ په حيث خوندي شي‪.‬‬

‫ما ته يو وخت په پېښور کې د لغمان د ولايت د مرکز اړوند د (برې ډوپۍ د ملايانو) د‬
‫کلي اوسېدونکي يوه مجاهد قومندان قدرت الله چې په پاچا مشهور و د روسانو د‬
‫ظلمونو يوه پخپلو سترګو لي دلې واقعه داسې بيان کړه‪(( :‬يوځل د (شلټک) سيمې ته د‬
‫روسانو قوه راغله‪ ،‬موږ ورسره په جنګ بوخت شوو‪ ،‬وروسته نور روسان هم د هغوئ‬
‫مرستې ته راغلل‪ ،‬موږ غره ته وختو‪ ،‬دوئ هلته هم راپسې راغلل خو ماتي يې وخوړه او‬
‫بېرته کلي ته پر شا شول‪ .‬څه کسان يې هم وژل شوي ول‪ ،‬په جنګ کې تر ماتې خوړلو‬
‫وروسته کلي ته ور وګرځېدل او هلته يې بد حال شروع کړ‪ ،‬زښت ډېر فيرونه يې وکړل او‬
‫له کلي لوګي پورته شول او يوساعت وروسته له هغه ځايه هم لاړل‪ .‬موږ ورځ او شپه په‬
‫غره کې تېره کړه‪ ،‬څه کسان مو شهيدان او زخميان شوي ول‪ ،‬کله چې سهار شو غوښتل‬
‫مو له کل ي څخه څو کټونه راوړو او له غره څخه خپل زخميان او شهيدان راکښته کړو‪،‬‬
‫زه له ځينو نورو مجاهدينو سره له غره راکښته شوم‪ ،‬خو کله چې کلي ته راغلم هېڅوک‬
‫مي پيدا نه کړل‪ .‬پر لاره کې مي يو کس د غنمو په کرونده کې وليد چې په زخمي حالت‬
‫کې پروت و او زګيروي يې ختل‪ ،‬پوښتنه مې ترې وکړه چې څه حال دی؟ ځواب يې راکړ‬
‫چې خبر نه يم‪ ،‬په کلي کې پوښتنه وکړه‪ .‬کلي ته چې ورغلم او کورونه مې وکتل هېڅوک‬
‫ورکې نه ښکارېدل‪ .‬په هغه وخت کې عادت داسې وو چې کله به روسان کوم کلي ته‬
‫ورغلل نو ټول ماشومان او ښځي به له وېرې د کوم سپين ږيږي او يا سپين سرې په کور‬
‫کې سره راټول شول تر څو يې هم يو پر بل زړه ډاډه وي‪ ،‬او هم د روسانو له لوري له بې‬
‫عزتۍ وراړولو په امن وي‪ .‬روسانو به په هغو وختو کې د کلي د خلکو تورسرو ته بې‬
‫عزتۍ هم ور اړولې‪ .‬موږ همداسې په کلي کې روان وو تر دې چې يو کور ته ورنژدې شوو‬
‫او د سوځېدلو او پخو شويو غوښو بوی مو تر پوزي شو‪ .‬کور ته ورننوتو چې کتل مو د‬
‫کلي ماشومان‪ ،‬ښځي او سپينږيري چې د همدې کور په لومړي منزل کې سره راټول شوي‬
‫ول لومړی روسانو وژلي وو او بيا يې کور ته اور هم وراچولی وو‪ .‬د کور تر سوځېدلو‬
‫وروسته ټول انسانان همدلته پاخه شوي ول‪ ،‬او دوهم چت هم ورباندې له پاسه‬
‫راغورځېدلی وو‪ .‬له نورو مجاهدينو سره به مو چې له جسدونو خاورې اړولې او د کوم‬
‫چا لاس يا پښه به مو چې پيدا کړل نو چې راکش به مو کړل هغه به پاخه شوې وو‪ ،‬د لاس‬
‫يا پښې هډوکی به يې راووت او نور به هلته ښخ پاتې شو‪ .‬هېڅ د راوېستلو امکان يې نه‬
‫وو‪ ،‬همداسې مو پر ټولو کسانو د کور ديوالونه راونړول او همدلته مو د يوه اجتماعي‬
‫قبر په حيث تر خاورو لاندې کړل چې وروسته يې شمېر معلوم شو چې ‪ ۱۱‬کسان ول))‪.‬‬
‫د ‪ ۹۱۶۱‬کال د حمل په ‪ ۲۱‬تاريخ د لغمان د قرغيو ولسوالۍ ته روسان او ورسره‬
‫کمونستان ورغلل او په يوه ورځ ي ې درې زره کسان ووژل‪ .‬د دې درې زرو کسانو جنازې‬
‫په يوه ورځ پرتې وې چې د ښخولو يې څوک نه ول‪.‬‬

‫روسانو او کمونستانو دې ته ورته لوی لوی جنايات د هېواد په مختلفو نورو ولايتو‬
‫کې هم ترسره کړل‪ .‬دا ټول ظلمونه يې په دې نيت ترسره کړل که ګوندې دا ولس به له جهاده‬
‫لاس واخل ي‪ ،‬د دوئ خبره به ومني‪ ،‬دوئ به دا هېواد تسخير کړي او دلته به د دوئ عقايد‬
‫او نظريات عملي شي‪ ،‬او بيابه له دې لارې تودو اوبو او د خليج تېلو ته لاره پيدا کړي‪.‬‬

‫دې جناياتو دومره زور واخيست چې نور يې خلکو زعم نه درلود‪ .‬خلکو خپل فصلونه‪،‬‬
‫زراعتونه‪ ،‬کورونه او دارايۍ پرېښودې او مهاجر شول‪ .‬د ‪ ۱‬ميليونو په شاخوا کې‬
‫خلک مهاجر شول چې څوک يې پاکستان ته لاړل‪ ،‬چا د ايران لاره ونيوه‪ ،‬څوک سعودي‬
‫ته کډه شول‪ ،‬او څوک د نړۍ نورو هېوادونو حتی اروپا او امريکا ته کډوال شول‪.‬‬

‫روسانو او کمونستانو يو بل ستر جنايت هم تر سره کړ او هغه دا چې د دې لپاره چې‬


‫مجاهدين په کليو‪ ،‬باڼدو‪ ،‬لارو او سيمو کې ګشت او ګذر ونه کړای شي په هېواد کې‬
‫يې په ميليونونو بمونه وکرل او يا يې له هوا وشيندل چې لا تر اوسه له خلکو قرباني‬
‫اخلي‪ .‬دغو بمونو د لکونو افغانانو ژوند واخيست‪ ،‬او لکونه نور يې پې بې پښو‪ ،‬بې‬
‫لاسو‪ ،‬بې بينايۍ او په بېلابېل ډول معيوب کړل‪.‬‬

‫له کمونستانو سره د ځېنې جهادي تنظيمونو د ائتلافونو لوی جنايت‪:‬‬

‫د کمونسنستانو د ټولو جناياتو له تر سره کېدلو سره سره د افغانانو جهاد متوقف نه‬
‫شو‪ ،‬بلکې لا يې زور واخيست چې په نتيجه کې يې لومړی سرحداتو‪ ،‬وروسته‬
‫ولسواليو او ورپسې ولايتونو يو په بل پسې سقوط وکړ چې له ‪ ۹۱‬کاله قربانيو او‬
‫جهادونو وروسته يې روسان او کمونستان له هېواده وشړل او دا خاوره يې د دوئ له‬
‫حاکميته پاکه کړه‪ .‬خو متأسفانه چې له دې ټولو جهادونو او قربانيو وروسته هم افغانان‬
‫د يوه صالح اسلامي حکومت خاوندان نه شول‪ ،‬او د دې پرځای چې فاتحين يو اسلامي‬
‫نظام قائم کړي په خپلو کې سره د حکومت پر سر په جنګونو کې لتاړ شول‪ ،‬او بېرته يې‬
‫يو د بل په خلاف په مختلفو بهانو‪ ،‬قناعتونو او دليلونو له کمونستانو او بېلابېلو نورو‬
‫ډلو سره ائتلافونه وکړل‪ ،‬او پخواني کمونستان‪ ،‬د پخواني پوځ جنرالان‪ ،‬مليشې‪ ،‬لوړ‬
‫پوړي چارواکي‪ ،‬افسران او سياستمداران يې د هغوئ په خلاف له اوږدې جګړې‬
‫وروسته بېرته د خپل ځان ملګري کړل‪.‬‬

‫کله چې کمونستانو سقوط وکړ په هغه وخت کې افغانستان ‪ ۱۱۱‬جنګي‪ ،‬ترانسپورتي‪،‬‬


‫جيټ او استکشافي طيارې او په زرګونو ټانګونه‪ ،‬توپونه او پوځي نقليه وسائط‬
‫درلودل‪ .‬دا ټولې طيارې او نور وسائط يا دې تنظيمونو په خپلمنځي جګړو کې له منځه‬
‫يوړل او له کاره ولوېدل‪ ،‬او يا د هغه وخت د قومندانانو لخوا ټوټه او بيا پر نورو‬
‫هېوادونو د کباړ په بيه خرڅ شول‪ .‬د ټانګونو او نورو وسايلو په مليونونو ټنه اوسپنه په‬
‫قاچاقي توګه نورو هېوادونو ته يووړل شوه‪ ،‬او په ناچيزه قيمت خرڅه شوه‪ .‬دا هغه‬
‫جنايات ول چې د مجاهدينو تر نامه لاند ې خودخواهو او نفس پرسته تنظيميانو تر سره‬
‫کړل‪ ،‬نو ځکه خو الله تعالی هم له دې افتخاره محروم کړل چې د دوئ په لاس دي اسلامي‬
‫نظام قائم شي‪ .‬الله تعالی په دنيا دا سزا ورکړه چې نن يې د کفر په صف کې ودرل‪ ،‬او دا‬
‫دی اوس د هغو مسلمانانو په خلاف جنګېږي چې مخکې به يې ورڅخه د دفاع نارې‬
‫وهلې‪ .‬اوس کافر ماتې خوري او ځي‪ ،‬خو دوئ ورپسې چيغې وهي چې مه ځي! موږ چاته‬
‫پريږدئ؟‪!.‬‬

‫کمونستان تر خپلې ماتي وروسته بېرته په ډېر ماهرانه شکل يا په ځيني تنظيمونو کې‬
‫ورداخل شول او يا غرب ته لاړل‪ ،‬هلته يې له غربيانو سره کار شروع کړ‪ ،‬هغوئ هم بېرته‬
‫له ځان سره راوستل‪ ،‬او د وزير‪ ،‬مشاور‪ ،‬د مؤسسې د مشر او په نورو نومونو يې دلته‬
‫په کار وګمارل او بيا يې پر دې مظلوم ولس مسلط کړل‪.‬‬
‫کمونستان د دې هېواد د ټولو هغو جناياتو‪ ،‬قتلونو او ورانيو مسؤولين او پيل‬
‫کوونکي دي چې د دوئ له واکمنېدو وروسته شول‪ ،‬ځکه همدا کمونستان ول چې د‬
‫روسانو په ملاتړ او امر يې افغانستان له تباهۍ سره مخ کړ تر څو روسانو ته دا فرصت‬
‫برابر کړي چې لدې لارې د هندد سمندر تودو اوبو‪ ،‬د خليج تېلو او له غرب سره د ټکر د‬
‫جبهې جوړلو ته لاره پيدا کړي‪.‬‬

‫کمونستان تر خپلې ماتي وروسته که په سياسي او حکومتي لحاظ له منځه ولاړل‪ ،‬خو‬
‫لا تر اوسه هم په فکري لحاظ پاتې دي‪ .‬موږ په تېر جهاد کې د دعوت‪ ،‬تربيې‪ ،‬فکر‬
‫جوړلو او د عقيدې د سمولو جانب ته ډېره توجه نه وه کړې او يوازې مو پر نامنظم‬
‫عسکري عمل اکتفا کړې وه‪ .‬موږ بې له چاڼولو او اسلامي روزنې هر ډول خلک د جګړې‬
‫لپاره مسلح کړي ول‪ ،‬تر دې چې په ځينې التقاطي تنظيمونو کې به چې کله د کومې‬
‫جبهې د لګښتونو پيسې ورکول کېدې نو د چرسو لګښت به هم ورکول کېده‪ .‬نتيجه يې‬
‫دا شوه چې هم جهادي صف بدنام شو‪ ،‬او هم اهداف تر لاسه نه شول‪.‬‬

‫کمونستانو له موږ څخه له بلې لارې خپل انتقام واخيست‪ ،‬د شهيدانو‪ ،‬کونډو‪،‬‬
‫يتيمانو او ټول مجاهد ولس ارمانونه مو نيمګړي پاتې شول‪ .‬په عسکري لحاظ‬
‫کمونستان له منځه ولاړل‪ ،‬خو په عقيدوي او فکري لحاظ موږ کمونستان مسلمان نه‬
‫کړای شول‪ .‬تر اوسه داسې پېښ نه شول چې کوم کمونيست دې علني توبه وېستلې وي‬
‫او ويلي دې وي چې پرون زه د کمونيزم د منلو له امله کافر وم‪ ،‬او اوس مسلمان شوم‪.‬‬
‫هغوئ پرون يو ډول کافر ول‪ ،‬او د يو ډول يرغلګر کافر خوا يې نيولی وه‪ ،‬نن بل ډول‬
‫کافر دي‪ ،‬او د بل ډول يرغلګرو کافرو ملګري دي‪ .‬پرون يې روسان راوغوښتل او دا‬
‫وطن يې ورباندې وران کړ‪ ،‬نن يې اورپايان او امريکايان راوغوښتل او دا وطن ور‬
‫باندې ورانوي‪.‬‬

‫که اوسني مجاهدين (طالبان) بيا هم د پخونيو تنظيمونو غلطي تکرار کړي‪ ،‬او د (ولاء‬
‫او براء) د عقيدې مطابق عمل ونه کړي‪ ،‬نو کېدی شي چې الله تعالی مه کړه دوئ به هم‬
‫د پخوانيو تنظيمونو په برخليک اخته شي‪ ،‬او همداسې لکه نن چې پروني مجاهدين د‬
‫بل کفر تر څنګ ولاړ دي‪ ،‬دوئ به هم بېرته له هغه چا سره يوځای کېږي چې په کلونو‬
‫کلونو ورسره جنګېدلي دي‪.‬‬

‫پکار ده چې مجاهدين له اوسني دښمن سره د اسلام مطابق چلند وکړي‪ ،‬لومړی دعوت‬
‫ورکړي‪ ،‬منطق ته يې ور وبولي‪ ،‬شبهات يې ورحل کړي‪ ،‬او که راونه ګرځېدل نو هغه چې‬
‫د نفاق حد ته رسېدلي منافقين دې وبلل شي‪ ،‬هغه چې د ارتداد حد ته رسېدلي هغوئ‬
‫ته د مرتدينو په سترګه وکتل شي‪ ،‬او هغه چې تېروتي او د نافهمۍ له امله له دښمن سره‬
‫يو ځای شوی دي هغوئ دې وپوهول شي‪ ،‬او د دښمن له صفه دې د راوتلو فرصتونه دې‬
‫په لاس ورکړل شي‪ .‬او هغه چې دعوت نه مني د دښمن په نظر دې ورته وکتل شي‪ .‬خو د‬
‫هغوئ له اولادونو سره دې مهرباني وشي‪ ،‬کتاب دې په لاس کې ورکول شي‪ ،‬د اصلاح‬
‫او اسلامي تربيې امکانات دې ورته برابر شي‪ ،‬تر څو په فکري او عقيدوي لحاظ په‬
‫پلرونو پسې ولاړ نه شي‪ .‬دا ټول يوازې په ټوپک نه کېږي‪ ،‬بلکې په جهادي صف کې دې‬
‫د ټوپک د شرعي استعمال تر څنګ دعوت‪ ،‬علم‪ ،‬فکر او د قناعت ورکولو وړتياوې‬
‫تقويه شي‪.‬‬

‫کمونستانو د خپل حاکميت په وخت کې په ډېرې بې رحمۍ په بېلابېلو ډولونو افغانان‬


‫ووژل‪ .‬په لاندې لړ کې د ځينې هغو سياسي او جنايي قتلونو يادونه شوې چې د‬
‫کمونستانو د رژيم په دوران کې ترسره شوي دي‪:‬‬

‫‪ ،۹۱۱۱‬حوت‪ ۲۱ ،‬مه‪ :‬په هرات کې د ولسي پاڅون د ځپلو په ترڅ کې د ‪ ۲۱‬زره مسلمانو‬
‫هېوادوالو ډله ايزه وژنه‪.‬‬

‫‪ ،۹۱۱۱‬عقرب‪۱ ،‬مه‪ :‬په داخله وزارت کې د ‪ ۹۲‬زره وژلو شويو هېوادوالو د لست ځړول‪.‬‬

‫‪ ،۹۱۶۱‬حمل‪ :۲۱ ،‬په لغمان قرغه يو کې د درې زره بې گناه هېوادوالو وير جن ډله ايز‬
‫شهادت‪.‬‬
‫‪ : ۹۱۱۱‬په پوځ کې د کودتا په تور د ‪ ۲۱۱۱‬مسلمانو صاحب منصبانو ډله ايز اعدامونه‪.‬‬

‫‪ ،۹۱۱۱‬حمل‪ ۱۹ ،‬مه‪ :‬د کنړ په کېراله کې د تر ‪ ۹۱۱۱‬ډېرو هېوادوالو ډله ايز شهادت‪.‬‬

‫‪ ،۹۱۶۱‬حمل‪ ۶ ،‬مه‪ :‬په کندز کې د ‪ ۱۱۱‬مسلمانو هېوادوالو ډله ايز شهادت‪.‬‬

‫‪ ،۹۱۱۱‬اسد‪۲ ،‬م ه‪ :‬په ميدان وردگو ولايت په چک او سيد اباد ولسواليو کې د تر ‪۱۱۱‬‬
‫څخه د ډېرو مسلمانو هېوادوالو ډله ايز شهادت‪.‬‬

‫‪ ،۹۱۱۱‬جدي‪۲۱ ،‬مه‪ :‬د کندز په چهاردره کې د ‪ ۱۱۱‬هېوادوالو ډله يزه وژنه‪.‬‬

‫‪ ،۹۱۱۱‬دلوه‪ ۹۶ ،‬مه‪ :‬د کندز په امام صاحب کې د ‪۱۱۱‬هېوادوالو ډله ايز شهادت‪.‬‬

‫‪ ،۹۱۱۱‬سنبله‪ ۹۱ ،‬مه‪ :‬د لغمان عليشنگ په قلعه نجيل کې د ‪ ۶۱۱‬هېوادوالو ډله ايزه‬
‫وژنه‪.‬‬

‫‪ : ۹۱۶۱‬د ميدان وردگو ولايت په نرخ او ميدان کې د درې برېدونو په اوږدو کې د ‪۶۱۱‬‬
‫هېوادوالو ډله ايزه وژنه‪.‬‬

‫‪ ،۹۱۶۱‬حوت‪ ۲۲ ،‬مه‪ :‬په قره باغ او شکردره کې د ‪ ۱۱۱‬هېوادوالو ډله ايزه وژنه‪.‬‬

‫‪ ،۹۱۶۱‬دلوه‪ :‬په کندزو چهاردره کې د ‪ ۱۲۱‬هېوادوالو ډله ايزه وژنه‬

‫‪ ،۹۱۱۱‬دلوه‪۲۹ ،‬مه‪ :‬په دشت ارچي کې د ‪ ۲۱۱‬هېوادواله ډله ايزه وژنه‪.‬‬

‫‪ ،۹۱۶۲‬قوس‪۹۱ ،‬مه‪ :‬په غزني کې د ‪۲۱۱‬هېوادوالو ډله ايزه وژنه‪.‬‬

‫‪ ،۹۱۱۱‬جدي‪۹۱ ،‬مه‪ :‬په خان اباد کې د ‪ ۲۱۱‬هېوادوالو ډله ايزه وژنه‪.‬‬

‫‪ ،۹۱۱۱‬د روژې مياشت‪ :‬په بگرام هوايي ډگر کې د ‪ ۲۱۱‬صاحب منصبانو ډله ايزه وژنه‪.‬‬
‫‪ ، ۹۱۱۱‬جدي‪ :‬پر خان اباد د هاوان فيرونو په واسطه د ‪ ۲۱۱‬څخه د ډېرو هېوادوالو ټپي‬
‫کول او شهيدانول‪.‬‬

‫‪ ،۹۱۶۱‬سنبله‪ ۲۱ ،‬مه‪ :‬په بغلان کې د بمبارد له امله د ‪ ۹۱۱‬ځايي اوسېدونکو شهيدانول‪.‬‬

‫‪ ،۹۱۱۱‬جوزا‪ ۱ ،‬مه‪ :‬د پوهاند غلام محمد نيازي‪ ،‬انجنير سيف الدين نصرتيار او استاد‬
‫غلام رباني عطيش په شمول د اسلامي نهضت د ‪ ۹۱۱‬غړيو شهادت‪.‬‬

‫‪ ،۹۱۱۱‬حوت‪ :‬د خوست په ‪۲۱‬مه فرقه کې د ‪ ۹۱۱‬صاحبمنصبانو ډله ايزه وژنه‪.‬‬

‫‪ ،۹۱۱۱‬جوزا‪ ۱ ،‬مه‪ :‬د څرخي پله په زندان کې د اسلامي نهضت د ‪ ۹۹۱‬غړيو شهادت‪.‬‬

‫‪ ،۹۱۶۱‬دلوه‪۹۱ ،‬مه‪ :‬په ننگرهار کې د ‪ ۱۱‬مسلمانو هېوادوالو ډله ايز شهادت‪.‬‬

‫‪ ،۹۱۶۱‬سنبله‪۲۹ ،‬مه‪ :‬په نورستان کې د ‪ ۶۱‬هېوادوالو شهادت‪.‬‬

‫‪ ،۹۱۱۱‬جوزا‪ ۹۱ ،‬مه‪ :‬په څرخي پله زندان کې د د غازي سيد اکبر په مشرۍ د اسلامي‬
‫نهضت د ‪ ۱۱‬غړيو شهادت‪.‬‬

‫‪ ،۹۱۶۹‬جدي‪۲۱ ،‬مه‪ :‬په هرات کې د ‪ ۱۱‬هېوادوالو ډله ايز شهادت‪.‬‬

‫‪ ،۹۱۱۱‬ثور‪ ۱ ،‬مه‪ :‬په کابل کې د خويندو د پاڅون په ترڅ کې د درېو خويندو هرې يوې‬
‫ناهيد‪ ،‬وجيبه او جميله په گډون د تاريخ تر ټولو مظلومانه شهادت[( ‪])1.‬‬

‫پای‬

‫د ليکنې انټرنيټي لينک‪:‬‬

‫‪http://shahamat1.com/?p=119368‬‬

You might also like