Professional Documents
Culture Documents
سېکولرېزم PDF
سېکولرېزم PDF
سېکولرېزم یا علمانیت چې دقیقه ژباړه یې بې دیني یا دنیوي یا دنیویه ده ،هغه فکر دی چې د
انسان ژوند د بې دینۍ پر ستنو دروي او دین له سیاست او حکومتي چارو جال ګڼي .په لنډ ډول
سېکولرېزم یعنې دنیوي چارو ته پام او د سیاست او حکومت له چارو څخه د دین او دیني
احکامو جالوالی یا څنګ ته والی .په دې معنا چې دین باید د دولت او حکومت په سیاسي چارو
کې لکه سیاست ،اقتصاد ،تعلم ،ټولنه ،قضاء او کلتور کې حضور او مداخله ونه لري.
شالید: تاریخي سېکولرېزم د
په منځنیو پېړیو کې په اروپا کې د کلیسا واک حاکم و ،کلیسا پر خلکو د یوه حکومتي جوړښت
په توګه امر چالوه .د وګړو ژوند په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کلیساګانو لخوا څارل کېده.
کلیسا په اروپا کې داسې نظریې خپرې کړې وې چې په مطلق ډول باطلې وې او چا ته دا حق
نه و ورکړل شوی چې د کلیسا څرګندونې ونه مني او یا یې په اړه څېړنه وکړي .کلسیا په اروپا
کې نه دا چې د پرمختګ په مخ کې لوی خنډ و؛ بلکې د اروپا په شا تګ کې یې هم په منځنیو
پېړیو کې مرکزي رول ادا کړی و .کلیسا یو ډول استبدادي حکومتولي کوله او د مسیحي پاپانو
ظلمونه اوج ته رسېدلي وو ،خلک په دې باور وو چې دین او مذهب په ټولنه کې د حکومتولۍ
په چ وکاټ کې د ټولنې د پرمختګ مخه نیولې او باید سره جال شي .په دې توګه د سېکولرېزم
فکر چې د دین او سیاست او دولتي چارو جالوالی دی لومړني ګامونه واخیستل او په ډېر کم
وخت کې یې ډېر الرویان پیدا کړل .سېکولرېزم په لومړي ګام کې د کلیسا سره په ټکر کې
کلیسا او د هغه م شران د سیاست او دولت څخه جال کړل او رسوخ یې یوازې تر کلیسا ور
کړ. منحصر
وایي؟ ته څه رښتیا په سېکولرېزم
سېکولرېزم فرانسوي کلمه ده چې د دین او سیاست په بېلوالي ټینګار کوي .یعنې په حکومت او
دولت کې د دیني او مذهبي عقایدو د له منځه تلو پر بنسټ والړ دی .سېکولرېزم دین ته د یو
شخصي ملکیت په سترګه ګوري ،معنا دا چې هر څوک دې دین په خپل کور کې وساتي او په
ټولنه کې د دین د تبلیغ او دیني احکامو جاري کولو ته اجازه نه ورکوي .ځینې علمانیان یا
تعالی له وجود منکر دي ،ځینې نور یې وجود مني خو په دې عقیده دي چې ٰ سېکولران د خدای
تعالی او انسان د ژوند تر منځ هېڅ ډول تړاو نشته .سېکولران په دې عقیده دي چې د د خدای ٰ
انسان ژوند باید مطلق د علم پر بنسټ او د عقل او تجربې پر ستنو والړ وي .دوی له سیاسته د
دین په بشپړ ډول جال کولو او د مادیت پر بنسټ ژوند کړلو په عقیده دي او د اخالقي اختالط
غواړي. وړل منځه له بنسټ کورني د او خپرول
اسالم: او سېکولرېزم
د سېکولرېزم او اسالم اړیکه د سېکولرېزم او نورو دینونو له اړیکې سره په بشپړ ډول توپیر
لري .د شلمې پېړۍ له پیل راهیسې چې کله اسالمي نړۍ ته د سېکولرېزم فکر خپرېدل یپل
شوي دي؛ اسالم ورسره له لومړي سره په شدید ډول په ټکر کې دی او دا ټکر تر اوسه په
هماغه ځواک او شدت سره او ډېر کله تر پخوا په زیات شدت سره دوام لري .دا ټکر چې تقریبأ
د عثماني خالفت له ړنګېدو راهیسې پیل شوی دی؛ له فکري او عقیدوي ټکر نیولې تر فرهنګي
حتی تر نظامي ټکرونو رسېدلي دي یعنې نن هم چې موږ د یوویشتمې پېړۍ د او ټولنیز او ٰ
درېیمې لسیزې په سر کې یو چې کابو یوه پېړۍ د دې ټکر پر پیلېدو اوړي؛ په هماغه قوت او
شدت سره البته په نسبي ډول په اسالمي هیوادونو کې ادامه لري.
علت: اصلي ټکر د سېکولرېزم د سره اسالم له
له اسالم سره د سېکولرېزم د ټکر آساسي او اصلي دلیل دا دی چې اسالم د نورو دینونو غوندې
نه دی چې د انسان د ژوند ټولو اړخونو ته احکام او نظام ونه لري؛ بلکې اسالم د انسان د ژوند
د هر اړخ لپاره بشپړ او دقیق احکام او ضوابط لري او مسلمانان مکلف دي چې د اسالم احکام
او الرښوونې د ژوند په ټولو چارو کې په پوره ډول پرته د کومې کمونې یا زیاتونې پر ځان
پلې کړي .په بل عبارت د اسالم احکام او ارزښتونه باید د مسلمان په فردي او ټولنیز ژوند کې
په یو ډول ،نه په انتخابي ډول (د ځینو اجرا کول او منل او د ځینو پرېښودل) پلي کړي .یعنې
د اسالمي احکامو پلي کول هم په کور هم په جومات ،هم په ولسمشرۍ ماڼۍ هم په پارلمان ،هم
په بانک او هم په اقتصاد او بازار کې ،هم په ښوونځي او هم په پوهنتون کې او هم په هنر،
ادبیاتو او کلتور کې الزمي دي ،او نه شي کېدای چې د اسالم احکام دې یوازې په فردي عباداتو
او جومات کې بند پاتې شي.
اسالم ،د ین له سیاست ،دولت او حکومت سره الزم او ملزوم ګڼي .د اسالم له نظره د کومې
ټولنې نظام چې د الدینیت او دنیویت پر اصولو جوړ شي ،هلته اصول او قوانین د خواهشاتو
له مخې جوېږي او هره ورځ یې د ماتېدو او بیا جوړېدو امکان وي .په سېکولر ټولنو کې د
انساني اړیکو په هره برخه کې ظلم ،بې عدالتیو ،بې اېمانیو او خپل منځي بې باوریو ځای
نیولی او په ټولو انساني معامالتو باندې فردي ،طبقاتي ،قومي او توکمیزې ځانغوښتنې مسلط
شوې دي .په دغو ټولنو کې د دوو انسانانو له اړیکو نیولې د دوو هیوادونو ترمینځ تر اړیکو
پورې ،داسې اړیکه نه شته چې په هغې کې ستونزه وجود ونه لري .هر شخص ،هرې ډلې،
هرې طبقې ،هر ملت او هر هیواد د خپل واک په دایره کې ،څومره یې چې وس رسېدلی ،په
پوره ځانغوښتنې او خودغرضۍ سره یې د خپل مطلب الس ته راوړلو لپاره قوانین او اصول
جوړ کړي دي او مات کړي دي ،هېڅوک هم د دې پروا نه ساتي چې پر نورو افرادو ،ډلو،
طبقو ،ملتونو او هیوادونو به د دغو اصولو او قوانینو اغېزې څه وي!؟
په اسالمي نړۍ کې د سېکولرانو یا علمانیانو هغه عقاید چې د استعمار په واسطه خپاره شوي
دي:
د اسالم ،قران کریم او نبوت پر حقانیت ملنډې وهل او په اړه یې شکونه رامنځته کول.
دا چې اسالم خپل مقاصد او اغراض چې د څو روحي شعایرو څخه عبارت دي ،پوره کړي
دي.
دا چې اسالمي فقه د روماني قانون څخه اخیستل شوې ده.
دا چې اسالم له پرمختګ سره جوړ نه راځي او شا تګ ته الرښوونه کوي.
کول. بلنه ته آزادۍ ښځو د ډول غربي په
اسالمي تمدن بد ښودل او په اسالمي تاریخ کې د ورانوونکو تحرکاتو حجم لویول او داسې
وو. حرکات اصالحي یې وړاندې پر چې ښودل
کول. ژوندي را تمدونونو لرغونو د
له غرب څخه د بې دینۍ منهج او فرهنګ راوړل او په اسالمي ټولنو کې یې خپرول او پلي
کول.
ځوانان او ماشومان د بې دینۍ په طریقه روزل.
ټکي: مهم تضاد د ترمنځ سېکولرېزم او اسالم د
- ۱سېکولرېزم د دین او سیاست په جالوالی باور لري؛ اسالم سیاست د دین اصل ګڼي.
- ۲د سېکولرېزم د قوانینو بنسټیزه مرجع د خلکو خوښه ټاکي؛ د اسالم د قوانینو بنسټیزه مرجع
ټاکي. احادیث نبوي او کریم قران مصدر او
تعالی له حکم یا شریعت پرته د انسان په الس جوړ شوو وضعي ٰ - ۳په سېکولرېزم کې د الله
تعالی له حکم یا شریعت پرته په بل قانون حکم کول طاغوتیت
ٰ قوانینو فیصلې کېږي؛ اسالم د الله
ګڼي.
- ۴سېکولرېزم د عقیدې برخه د فرد اختیاري عمل ګڼي ،داسې چې فرد چې په هر څه باور
لري او په هره عقیده وي؛ خپلواک دی او هېڅوک ورته خنډ نه شي جوړولی؛ حال دا چې اسالم
تعالی سره شریکٰ د ٰالهي وحدانیت دعوت خپل نه بدلېدونکی او الزمي اصل ګڼي او له الله
تعالی انکار ستر ظلم ګڼي او کفر ګڼي. ٰ نیول او یا له الله
- ۵سېکولرېزم انساني نفس غافل او بې پروا کوي ،په انساني روزنه کې د انسان جسمي او
روحي اړخ ته هېڅ ډول پام نه کوي؛ خو د اسالم له نظره انسان د نفس او روح څخه رامنځته
شوی دی .اسالم ،اسالمي ټولنې روزي ،هغه په جسمي او روحي لحاظ سره تر نظر الندې
نیسي او د دین تکمیل په روح او جسد دواړو پورې تړلی ګڼي.
- ۶سېکولرېزم دین له دولت څخه جال کوي ،چې له همدې جالوالي څخه نور ډول ډول فسادونه
رامنځته کېږي ،لکه منطقوي ،قومي ،سمتي او ګوندي جالوالي چې دا بیا په ټولنه کې لویو بې
نظمیو او تعصباتو ته الره هواروي .اسالم له بې نظمۍ او تعصباتو سره مخالف دی.
- ۷سېکولرېزم مذهبونه تر عبادتونو منحصر ګڼي او په اقتصادي ،امنیتي او کلتوري برخو کې
یې د دخالت مخالفت کوي؛ اسالم دا هر څه د خپل چوکاټ په دایره کې رانغاړي او د ژوند هېڅ
بولي. نه بیرون شمولیت له شریعت خپل د برخه یوه
- ۸د سېکولرېزم فلسفه غواړي چې په اسالمي ټولنو کې باید اسالم یوازې تر عباداتو محدود
شي او د اسالم ټولنیز اساسات چې سیاست او معامالت دي له اسالم منفي کړي ،چې دا چاره د
اسالمي مبادیو سره په څرګند ټکر کې ده او په غیر ماانزل الله حکم کول دي چې د ٰالهي حکم
دی. کفر ښکاره اساس پر
- ۹سېکولرېزم د فردي خپلواکۍ په عنوان انسانان په خپلو کې سره ویشي؛ اسالم د نړۍ د ټولو
انسانانو لپاره پرته له کوم توپیر یو معتدل او معقول نظام ورپېژني چې د انسانانو په یووالي
منتج کېږي.
- ۱۱سېکولرېزم د انسانانو یوازې د مادي او فردي ګټو ساتنه کوي؛ اسالم د انسانانو د مادي
ګټو تر څنګ د معنوي ګټو په داسې بڼه حفاظت کوي چې هم ټولنه متضرره نه شي او هم یې
فرد.
- ۱۱سېکولرېزم په ټولنه کې د انسانانو لپاره د الحاد دروازې خالصوي؛ خو اسالم د انسانانو
کوي. رعایت ډول حقیقي په غریزه تدین د
- ۱۲اسالم د فطري جوړښتونو او ارزښتونو رعایت یو اصل ګني او سېکولرېزم یې د فردي
خپلواکۍ او رضایت پر اساس له منځه وړي ،لکه له همجنس سره واده کول چې له طبیعت او
دی. کې ټکر څرګند په سره فطرت
- ۱۳سېکولرېزم د غربي فرهنګ او کلتور خپرول او دودول غواړي؛ خو اسالم د بشر د
ژوندانه ټولو اړتیاوو ته ځواب ویونکي او جامع اصول او ضوابط لري چې مسلمانان یې په
مراعاتولو مکلف دي.
دکتور هاتف مختار