Professional Documents
Culture Documents
د نباتی ناروغیو پیژندنه
د نباتی ناروغیو پیژندنه
نباتی ناروغی هر کال د هوا د تاثیراتو په نتیجه کی رامنځ ته کیږی چی همدغه ناروغی کال په کال خپل
.ډولونو' ته تغیر ورکوی ،پدی برخه کی به تاسو ته د نباتی ناروغیو' په هکله معلومات درکول سی
نباتی ناروغی څه شی ته وایی؟
نباتی ناروغی د هغه غیر عادی حالت څخه عبارت دی کوم چی پر یو نبات ښکاره کیږی او د نوموړی'
نبات وظیفی تخریبوی .دا په اصل کی یوه فزیالوژیکی' پروسه ده چی د ځینو یا ټولو نباتاتو پر فعالیتونو
باندی اغیزی کوی .ناروغی' کیدای سی چی د نباتی حاصالتو پر کمیت او کیفیت باندی هم تاثیر وکړی'.
ناروغی د زخم په شکل دفعتا ً نه را منځ ته کیږی بلکه دا یوه پروسه یا تغیر دی چی د وخت په تیریدو' سره
.رامنځ ته کیږی
پر نباتاتو' باندی د ناروغیو' ښکاره سوی تاثیرات عبارت دی له :په رنګ ،شکل او وظیفو کی تغیر چی د
نباتی ناروغیو په واسطه یی پر نباتاتو باندی یی عالیم ښکاره کیږی .پر نباتاتو' باندی د ناروغیو' عالیم په
اول کی د ناروغی د فزیکی' نښو د ښکاره کیدو څخه عبارت دی لکه د فنګسونو سپوری ساختمانونه،
باکټریایی' نښی او یا د نیماتود سیسټ .د نباتی ناروغیو' نښی د ناروغیو په تشخص او پیژندولو' کی تر ټولو
ښه مرسته کوالی شي
د کومو عواملو په واسطه سره نباتی ناروغی رامنځ ته کیږی؟
د اخته کیدونکو' نباتاتو ناروغی د ژوندویو عواملو په واسطه سره رامنځ ته کیږی او پر نباتاتو د حملی په
صورت کی دغه عوامل د نوموړو' نباتاتو د غذایی موادو څخه استفاده کوی .هغه پرازیټیک ژوندی موجود
چی ناروغی رامنځ ته کوی ،د ناروغی' د عامل یا پتوجن په نوم یادیږی '.په الوا کی د جوارو او سایبینو' په
کښتونو' کی مختلف او په زیات شمیر سره فنګسونه ،باکټریاوی ،وایرسونه او نیماتودونه د ناروغیوعاملین
دی .هر کله چی نباتات د ناروغیو د عامیلینو' په واسطه سره تر حملی الندی راځی ،په نتیجه کی دغه
عامیلین د نوموړو نباتاتو' غذایی مواد د کوربه په شکل په مصرف رسوی' او نباتات د غذایی موادو' د
.استفادی څخه محروموی'
د ناروغیو د عواملو ډولونه
د ناروغی عوامل ددی وړتیا' لری چی په نباتاتو کی ناروغی رامنځ ته کړی .فنګسی سپورونه ،باکټریای
حجرات ،وایروسی زری او ځوان نیماتودونه او یا بالغین د نباتاتو' د ناروغیو' د عواملو څخه عبارت دی
.ولی فنګسونه یی د ډیرو عامو نباتی ناروغیو' د عامیلینو څخه دی
چاپیرالی شرایط
د نباتی ناروغیو' په رامنځ ته کیدو کی مناسب چاپیریالی شرایط' ډیر مهم دی ،حتی پر ځینو ډیرو حساسو
نباتاتو باندی هم که چیری محیطی' شرایط د ناروغی د عواملو لپاره مساعد نه وی ،د ناروغی عامل نه سی
.کوالی چی پر نبات حمله وکړی' ترڅو ورته شرایط' اماده سوی نه وی
د ناروغی مثلث
د نباتی ناروغیو' په علم کی د ناروغی مثلث یو له مهمو طرحو' څخه دی .که په دی مثلث کی دری واړه
عامیلین په یوه وخت کی فعالیت شروع' او یوه له بله سره ارتباط پیدا کړی ،پدی صورت کی ناروغی
رامنځ ته کیږی
حساس کوربه نبات ،د ناروغی' عامل او مساعد چاپیریال' دری عامله دی چی د نباتی ناروغی د مثلث د
رامنځ ته کیدو سبب کیږی .دری واړه عامله د نباتی ناروغیو' په رامنځ ته کیدو او پرمختګ کی ډیر مهم
دی ،په نتیجه کی ناروغی' کیدای سی ددغه دری عواملو په واسطه سره رامنځ ته سی .مثالٌ کوربه نبات
کوالی سو په هغه انواعو بدل کړو چی د ناروغیو' په مقابل کی مقاوم وی .د ناروغی عامیلین کوالی سو د
نباتی پاته شونو په یوی کولو او د نوبتی کرنی په مراعات کولو سره داسی اداره کړو ترڅو ونه سی
کوالی په ورته کښت کی د یوه کال څخه تر بل کال پوری' پاته سی ،همدارنګه د هغه حشراتو کنترول' چی
نباتاتو ته د ناروغی عامیلین راوړی' او یا هم د هغه فنګس وژونکو' استعمال چی د ناروغی عامیلین وژنی
ترڅو د ناروغی عامیلین په ښه ډول اداره کړو ،بالاخره د نباتی ناروغیو د عامیلینو' د فعالیت لپاره باید
محیط ته داسی تغیر ورکړو ترڅو ددوی' د ودی او پرمخ تګ لپاره شرایط د قطارونو د فاصلو په تغیر او
.ټیټو سیمو په زهکښی کولو سره محدود' سی
شکل :د سایبینو' سرخی
د سایبینو' د سرخی پدی مثال کی ،سایبین باید د کوربه نبات په حیث وکرل سی ،پداسی حال کی چی د
سایبینو د سرخی فنګسی ناروغی' سپورونه باید موجود وی ،دلته ضرور' دا ده چی د سایبینو د نبات پاڼی
باید تر اته ساعتو پوری مرطوبی' یا لندی وساتل سی ترڅو د ناروغی سپورونه د نبات پر پاڼو باندی نیښ
ووهی او پاڼه په ناروغی اخته کړی .هرکله چی دری عوامل سره یوځای' په فعالیت شروع وکړی' نو د
نباتی ناروغی د رامنځ ته کیدو سبب کیږی او پدی صورت کی د سایبینو' د سرخی ناروغی پر نبات رامنځ
.ته کیږی'
فنګسونه
فنګسونه د نباتی ناروغیو' د عاملینو په حیث په پراخه پیمانه پیژندل سوی دی .یو تعداد ګټور فنګسونه هم
موجود دی چی د عضوی موادو په تجزیه او د نورو نباتاتواو ژوندیو موجوداتو' لپاره د عناصرو' څخه په
استفاده کی رول لوبوی '.ځینی فنګسونه او فنګسی' تولیدات د غذایی موادو' په تیارولو کی استفاده کیږی ،د
مثال په ډول خمیر مایه د ډوډی او بیر په جوړولو کی استعمالیږی ،په تولیدی پروسو کی د پینسیلینو' په
تولید کی ورڅخه استفاده کیږی .پداسی حال کی چی د فنګسونو په زرهاوو' ډولونه نباتی ناروغی رامنځ ته
کوی ،همدارنګه یو کم شمیر یی په انسانانو او حیواناتو کی هم د ناروغیو د رامنځ ته کولو سبب کیږی.
زیات شمیر نباتی ناروغی' راوړونکی فنګسونه ډیر کوچنی وی چی د نبات پر سطحه تر ودی وروسته هم
بیله مایکروسکوپ څخه نه لیدل کیږی .فنګسونه د نباتی کلوروفیل د کمښت سبب کیږی ،کلوروفیل
زرغون رنګ لرونکی مرکبات دی چی د ضیایی' ترکیب په عملیه کی مهمه دنده ترسره کوی او ددی دندی
په نتیجه کی نباتات خپل غذایی مواد جوړوی او یا یی هم د مړو یا وراسته سوو' عضوی موادو او یا
ژوندیو' انساجو څخه خپل غدایی مواد په الس راوړی '.زیات شمیر فنګسونه یو وده کوونکی ،تیره ساختمان
لری چی د هایفا په نوم یادیږی '.هایفاوی د فنګسونو د ودی او تکثر لپاره اوبه او ضروری عناصر جذبوی.
همدارنګه فنګسونه په خپل ترکیب کی ځینی انزایمونه ،زهر او نور کیمیاوی مواد لری چی پر نباتاتو'
باندی د فنګسی' ناروغیو په پراختیا او د نښو په ښکاره کیدو کی رول لوبوی '.هایفاوی په زیاته اندازه د
ماسیلیم جوړښت سره ارتباط لری ،ماسیلیم' پر کوربه نبات پداسی شکل وده کوی چی په عادی ډول د نبات
پر سطحه نه لیدل کیږی .زیات شمیر' فنګسونه د سپورونو' په تشکیل سره تکثر کوی ،همدغه سپورونه په
Fruitingلومړیو کی وه نبات ته د باد او اوبو په واسطه سره انتقالیږی ،سپورونه د میویی' ساختمانونو یا
په نوم جوړښتونو کی تولیدیږی' چی هغه به یا د نبات د انساجو په داخل یا خارج کی موجود ))bodies
وی .سپورونه او میوه یی ساختمانو د فنګسونو' په تشخص او پیژندنه کی رول لری .ځینی فنګسونه او میوه
یی ساختمانونه د محیطی شرایطو سره تر مقاومت وروسته کوالی سی چی په خاوره او وراستو نباتی
.موادو کی د ډير وخت لپاره پاته سی
فنګسونه د نباتاتو' پر سطحه په مختلفو شکلونو' سره ځان ښکاره کوی لکه د پاڼو پر سطحه تور داغونه او
سوځیدنه ،د ریښو ورستوالی ،د بزغلی سوځیدنه ،د تخمونو' بی رنګه کیدل ،مړاوی' کیدل او د تنی
.ورستیدل' پکی شامل دی
باکټریاوی
باکټریاوی د ډیرو' عامو او پیژندل سوو انسانی او حیوانی ناروغیو د عامیلینو' څخه شمیرل کیږی' که څه هم
زیاتی باکټریاوی بی خطره او حتی ځینی یی ګټوری هم دی لکه د نایتروجن نصبوونکی' باکټریاوی چی د
سایبین نبات په ریښو' کی موجودی دی ،ولی همداسی کیدای سی چی باکټریاوی' د نباتی ناروغیو د عامیلینو'
په صفت تخریبوونکی او خطرناکه هم وی .باکټریاوی په زیاته اندازه سره کوچنی ژوندی' موجودات دی ،د
یوی باکټریایی' حجری د لیدلو لپاره باید د مایکروسکوپ څخه استفاده وکړو ،دوی د انفرادی حجراتو په
واسطه سره تکثر کوی چی تقریبا ً په اندازه او شکل کی سره ورته وی چی وروسته بیا هره حجره په یوه
بالغه باکټریا بدلیږی '.باکټریاوی' په لږ وخت کی د زیات شمیر نفوس د تولید' وړیتا لری ،د مثال په ډول که
یو باکټریم پر دیرش دقیقو' وویشل سی ،یوه واحده حجره یی د ۲۴ساعتونو په جریان کی د ۲۵۰ټریلینه
.څخه د زیات شمیر' حجراتو د تولید وړتیا' لری
هر کله چی باکټریا' ویشل کیږی ،حجرات یی یو مشخص طرف ته حرکت کوی او یو لوی شمیر یی
کالونی جوړوی .باکټریایی' حجرات او کالونی په اندازه ،شکل ،رنګ او وده کی یو د بله سره فرق' کوی.
.ددغه مشخصاتو په اساس کوالی سو خاص باکټریاوی' وپیژنو'
باکټریا او فنګسونه خپله غذا نه سی جوړوالی بلکه خپله غذا د مړو یا وراستو سوو عضوی موادو' او
ژوندیو' انساجو څخه السته راوړی '.ټولی باکټریاوی ددی وړتیا لری چی پر مړو انساجو' باندی تکثر او وده
وکړی .زیاتره نباتی ناروغی راوړونکی' باکټریاوی' په خاوره کی د نورو' ژوندیو' موجوداتو' سره د نفوس
په ډیرښت کی سیالی نه سی کوالی ،نو بالاخره په خاوره کی ددوی نفوس د کوربه په نه شتون سره په
تدریجی ډول کمیږی .باکټریاوی په لومړیو' کی د یو نبات څخه بل نبات ته د باد او باران په واسطه
انتقالیږی او په نباتی انساجو کی خپل ځان ته ځای پیدا کوی ،هغه زخمونه چی په نباتی انساجو' کی د
حشراتو ،ژلی ،باد او یا نورو عواملو په واسطه سره په نباتاتو کی رامنځ ته سوی وی ،د باکټریاوو' د
داخلیدو او انتشار لپاره مناسبی نقطی دی .د باکټریایی' ناروغیو ظاهری' عالیم د نبات پر سطحه عبارت دی
.له :پر پاڼو تور داغونه ،ابی رطوبت او د نباتی انساجو نرم ورستیدنه
وایروسونه
باکټریا او وایروسونه په زیاته اندازه سره د انسانی او حیوانی' ناروغیو د رامنځ ته کوونکو عواملو په حیث
شری او زخی .وایروسونه rabies،پیژندل سوی دی لکه انپلوینزا ،پولیو ،د لیونی سپی وایروس یا
همدارنګه د یو شمیر نباتی ناروغیو' د رامنځ ته کولو وړتیا' هم لری
وایروسونه ساری خاصیت لری ،هغه وایروسی زرات چی ناروغی' منځ ته راوړی '،کوالی سو چی د
الکترون مایکروسکوپ' په واسطه سره یی ووینو ،ځکه دوی ډیر کوچنی او اندازه یی د یو اینچ د یو
میلیون د یوی برخی سره مساوی کیږی ،وایروسونه مغلق کیمیاوی' مالیکولونه دی چی په خپل جوړښت
کی ارثی یا جینیټکی مواد لری چی د پروټينی پوښ په واسطه سره احاطه سوی ،د وایروسونو' شمیر هغه
.وخت ډیریږی کله چی د کوربه حجراتو' ته داخل سی
تقریبا ً ټول وایروسونه پر ژوندیو' حجراتو د فعالیت کولو' توان لری ،ځکه نو دوی ددی وړتیا لری چی د
اخته نباتاتو څخه صحت مند نباتاتو' ته په مستقیم ډول انتقال سی .ځینی وایروسونه د ویکټور حشراتو' په
واسطه سره انتقالیږی (ویکټور حشرات هغه حشرات دی چی نباتاتو ته ناروغی انتقالوی) ،په خاصډول
لکه شفته او ملخان .ځینی وایروسونه د ماشینری' په واسطه او یا هم کله چی د ناروغو نباتاتو شیره او
جوس د انسانانو په واسطه په کښت کی انتشار' وکړی ،انتقالیږی ،ځینی وختونه دغه میخانیکی نقلیدنه په
ساده ډول د ناروغی پاڼی څخه روغی پاڼی ته د تماس په نتیجه کی انتقالیږی .د وایروسونو' معمولی نښی
پر نباتاتو' باندی عبارت دی له :د پاڼو موزایک مړاوی' کیدل ،د نباتی انساجو تخریب ،د قد ټیټ پاته کیدل،
.د تخمونو' بی رنګه کیدل او په حاصالتو' کی کمښت
نیماتودونه
نیماتودونه زره بینی ،بی بنده ،ګرد شکله او نازک جنجیان دی .د ټولی نړی په خاورو '،خوږو او تروو
اوبو ،حیواناتو او همدارنګه د نباتاتو په داخل او یا خارجی سطحه باندی په زرهاوو' نوعه نیماتودونه ژوند
کوی .زیاتره نیماتودونه د مړو او یا هم د وراسته سوو عضوی موادو' څخه خپل غذایی مواد السته راوړی'.
.زیاتره یی د حیواناتو ،نباتاتو ،حشراتو ،فنګسونو' او یا هم د نورو' نیماتودونو پارازیټونه دی
په یو اکر کرنیزه خاوره کی په سلهاوو میلیونه نیماتودونه موجود وی ،دا چی ددوی' اندازه ډیره کوچنی' ده
نو ځکه یی لیدل په اسانی سره امکان نلری ،ځینی نباتی پارازیټی نیماتودونه بیله زره بین څخه نه لیدل
.کیږی .د ځینو نیماتودونو' اندازه ۸/۱انچه او ځینی یی ښایی د ۶۴/۱انچ څخه هم کوچنی وی
نباتی نیماتودونه ګرد ،ستنه ډوله تغذیوی ساختمان لری چی سټایلیټ ورته وایی او دا ساختمان نباتی
حجرات سوری' کوی ،تر سوری' کولو وروسته نیماتودونه د سټایلیټ ساختمان د کوربه نبات حجراتو' ته
داخلوی او خپل زهری مواد په نباتی حجراتو کی پیچکاری' کوی ،وروسته بیا ددی ساختمان په واسطه د
کوربه نبات د حجراتو' څخه خپل غذایی مواد السته راوړی '.د نیماتودونو' د ژوند دوران د هګی څخه
شروع ،څلورمه ځوانه مرحله او د بلوغ تر مرحلی دوام' کوی .ښځینه نیماتود هګی اچوی ،هغه د ځوانی' د
مرحلی تر تیرولو وروسته په بالغ نیماتود بدلیږی' او د هګی اچولو پروسه بیا تکراریږی ،د نیماتودونو' د
ژوند کولو اوسط' دوران د شل څخه تر شپیته ورځی دی او دوی د ژمی دوره په هګی کی تیروی .زیات
شمیر نباتی نیماتودونه په خاوره کی ژوند کوی او د نباتاتو د ریښو' په داخل او یا خارجی سطحه خپل
غذایی مواد السته راوړی '.ځینی نیماتودونه خپل د ژوند یوه برخه او یا هم ټول ژوند' د نباتاتو' د ریښو په
.داخل کی تیروی
زیاتره نباتی نیماتودونه پر نباتی ریښو باندی خپله تغذیه کوی او په مستقیم ډول د اوبو او عناصرو' سره یو
ځای د نباتاتو ریښو' ته داخلیږی ،په ریښو کی زخمونه د ځمکی تر مخ پوری' رسیږی او نښی یی زیاتره
نورو عواملو ته ورته وی کوم چی په ریښو' کی د ناروغی سبب کیږی .پدی صورت کی نباتات د اوبو او
عناصرو د کموالی' سره مخ وی ،پداسی حال کی چی د نباتاتو لپاره اوبه او عناصر هم په کافی اندازه سره
موجود وی .کله چی نیماتودونه په زیات نفوس سره پر نباتاتو حمله وکړی نو د ځمکی پرمخ د نبات پر
سطحه یی نښی عبارت دی له :د قد ټیټوالی ،ژړوالی ،د قوت د السه ورکول' او په تدریج سره د نبات د
.مړینی رامنځ ته کیدل یی عمومی عالیم دی
د ناروغی د ژوند دوران
د نباتی ناروغیو' تکامل د وخت په تیریدو سره د یو سلسله مراتبو' په طی کولو سره صورت مومی چی دغه
سلسله مراتبو ته د ناروغی دوران ویل کیږی .د ناروغیو' په دورانونو' کی تر ټولو مهم پړاونه عبارت دی
له :د اناکولم' تولید ،د اناکولم پراختیا و حساس کوربه ته ،د اناکولم داخلول و کوربه ته ،په ناروغی اخته
.کول ،دوهمی دوران او د ناروغی د عامل انتقال د کوربه نباتاتو' ترمنځ
د نباتی ناروغیو' په مخنیوی' کی د ناروغی' د دوران پیژندل ډیر مهم رول لوبوی ،هغه داسی چی د ناروغی
د پراختیا پړاونه کوالی سو د ناروغی د ژوند د دوران په پیژندلو سره په اسانی اداره کړو '.د اداری هغه
شرایط چی د ناروغی په مخنیوی کی مرسته کوی ،دا په اصل کی د ناروغی په مخنیوی او یا هم د
ناروغی د زیان د کچی په راکمولو' کی مرسته کوی .د نباتی ناروغیو' د مخنیوی څخه هدف دا دی چی
ناروغی خپل بشپړ حالت ته و نه رسیږی' او د خپل د ژوند' دوران مکمل نه کړی .د هری ناروغی د ژوند
دوران پیژندل ددی لپاره د اهمیت وړ دی ترڅو د ناروغی د مخنیوی لپاره مناسبی' الری چاری و سنجول
.سی
.د فنګسی سپورونو او باکټریایی حجراتو' ډیر قوی او فعال ساختمان څخه عبارت دی Inoculum:
.د اناکولم حرکت ته ویل کیږی Dispersal:
.و کوربه نبات ته د ناروغی د عامل داخلیدلیدولو' ته ویل کیږی Infection:
.په کوربه نبات کی د ناروغی د عامل پراختیا ته ویل کیږی Colonization:
څلور ډوله د ناروغی' عوامل د ژوند د جریان په اساس یو له بله سره ځینی ورته خصوصیات' لری.
فنګسونه ،باکټریاوی' او نیماتودونه په خاوره کی پر نباتی پاته شونو باندی ژوند' کوی .وایروسونه او
باکټریاوی د حشراتو' په ویکټور کی ژوند کوی .فنګسونه ،باکټریاوی او وایروسونه د حشراتو' په واسطه
سره خپریږی ،ولی یوازی' فنګسونه او باکټریاوی' د باد او باران په واسطه سره خپریږی '.فنګسونه او
نیماتودونه ددی وړتیا' لری چی په مستقیم ډول کوربه ته داخل سی په داسی حال کی چی باکټریا او
.وایروسونه کوربه په غیری مستقیم ډول په ناروغی اخته کوی ،مثالً د حشراتو' د تغذیی په واسطه
اناکولم :د ناروغی د عامل هغه جوړښت ته ویل کیږی چی د باکټریایی حجراتو' او سپورونو' په شمول په
.ناروغی باندی د اخته کولو وړتیا' لری
د اناکولم خپریدل د باد ،باران ،په ناروغی باندی د اخته نباتی پاته شونو ،حشراتو ،حیواناتو ،مرغانو او
انسانانو په واسطه سره صورت نیسی .د نباتی ناروغیو عوامل د یوه څخه زیات اناکولم لری ،د مثال په
ډول د سایبینو سیست ډوله نیماتودونه په ناروغی باندی د اخته سوی کښت په خاوره کی د هګی په شکل
.تیروی او وروسته د سالم کښت خاورو ته د ټایرونو او یا هم مرغانو په واسطه سره انتقالیږی
د ناروغی د عامل په خپریدو' باندی پوهیدل څکه اهمیت لری ترڅو' په مختلیفو مرحلو کی یی د مخنیوی
لپاره یی مناسب تدابیر ونیول' سی .د مثال په ډول د باد او اوبو په واسطه سره د ناروغیو د عواملو د انتقال
مخنیوی کول به ډیر سخت وی .ولی په ناروغی باندی د اخته تخمونو او نباتی پاته شونو کنترول او
مخنیوی ددی سبب کیږی' چی د ناروغیو' د عواملو د خپریدلو' کچه راټیټه کړی ،پدی صورت' کی د حشراتو'
د ویکټورونو اندازه هم راکمیږی ،همدارنګه کله چی د کرنی تاریخ ته تغیر وکړل سی نو پدی حالت کی د
یو زیات شمیر حشراتو' په ویکټورونو کی کمی راځي .په پورته عکس لیدل کیږی چی د قلبی سره په
ناروغی باندی ککړه خاوره د یوی کروندی څخه بلی کروندی ته انتقالیږی او په اسانی سره د سایبینو د
.تخمونو د ناروغیو عوامل لکه د سایبینو' سیست نیماتودونه خپریږی'
خته کیدنه
هغه وخت صورت نیسی چی د ناروغی عامل په بری سره نبات ته داخل سی او د نبات په داخل کی وده،
تکثر او انتشار وکړی ،د ناروغی عامل د طبعی سوریو '،زخمونو' او یا هم په مستقیم ډول نبات ته
داخلیږی .د حشراتو' ویکټور' د ناروغ نبات د انساجو څخه د تغذیی' په نتیجه کی د ناروغی عوامل د روغ
نبات انساجو ته نقلوی ،ځینی د ناروغی عوامل یوازی د پاڼو پر انساجو' حمله کوی ،ځينی نور یی بیا د
نبات پر تنو ،ریښو ،میوو' او یا هم انتقالی نسجونو حمله کوی ،یو بل ډول یی بیا پر ټول نبات هغه وخت
حمله کوی چی نبات د بزغلی په دوره کی وی او یا هم نبات د بلوغ دوری' ته رسیدلی وی فرق نه پری
کوی .د اخته کیدنی اولنی نښی ترمنځ دوره یی د انکیبیوشن دوری په نوم یادیږی '.د انکیبیوشن دوره د
کوربه نبات او د ناروغی د عامل په اساس کیدای سی چی د ورځو' څخه تر هفتو او حتی میاشتو پوری' و
غزیږی .د مثال په ډول د جوارو' د نبات پر پاڼو باندی د تورو' داغونو' رامنځ ته کیدل چی د کاربونم' په
واسطه سره کیږی ،کیدای سی ددی ناروغی عالیم د درو څخه تر پنځو ورځو' په جریان کی ښکاره سی،
پداسی حال کی چی د جوارو' د نبات پر پاڼو باندی خاکی داغونه د څوارلسو څخه تر شلو ورځو په جریان
.کی هم په صحیح ډول نه ښکاره کیږی
دوهمی دوران
ځینی د ناروغیو عوامل په یو وده یز فصل کی یوازی' یو د ژوند' دوران لری البته ،ځینی ناروغی د خپل
تکامل لپاره په یو وده یز فصل کی دوهمی او یا هم تکراری د ژوند' دورانونه لری ،د ژوند د دوران
تکرار ،د ناروغی د عامل په ډول ،د کوربه نبات په حساسیت او محیطی شرایطو' پوری اړه لری .هغه
ناروغی چی د ژوند دورانونه یی ډیر تکراریږی '،ددی سبب کیږی چی د ناروغ نبات په داخل او یا خارج
باندی زیات شمیر' اناکولم تولید کړی ،د دوهمی اناکولم یوه برخه وه عینی نبات ته داخلیږی او یا هم د نبات
سره په لومړی کی ددی لپاره جوړ راځی چی دوهمی د ژوند دوران شروع کړی ،نبات په ناروغی اخته
کړی ،د ناروغی نښی پر نبات ښکاره سی ،اناکولم' تولید او داسی نور .دوه او یا د دوو څخه زیات د
.ناروغی د ژوند' دورانونه یوازی په یوه وده یز فصل کی صورت مومی
په پورته شکل کی معلومیږی' چی د ناروغی سپورنه د سایبینو' د نبات د پاڼی پر الندی برخه تولید سوی،
قرغنه او د سایبینو سرخی '.دغه سپورونه په عین فصل کی د سایبینو' پر پاڼو باندی' د ناروغی د رامنځ ته
.کولو وړتیا لری
د ناروغی د عامل انتقال
د ناروغیو' عوامل د یوه وده یز فصل څخه تر بل وده یز فصل پوری' د خاورو ،نباتی پاته شونو ،هرزه
بوټو ،تخمونو او یا د الفی نباتاتو برخو ،حشراتو' او اقلیمی شرایطو په واسطه سره انتقالیږی .ددی لپاره
چی نباتی ناروغی په هر فصل کی رامنځ ته سی نو د ناروغیو عاملین باید د یوه وده یز فصل څخه تر بل
وده یز فصل پوری د انتقال وړتیا' ولری او یا هم ترڅو چی د مناسب کوربه نباتاتو وده یز فصل شروع
کیږی ،نو ناروغی په خپل فعالیت شروع' کوی .زیاتره فنګسونه او نیماتودونه هغه وخت خپل فعالیت ته په
چټکی سره دوام ورکوی' کله چی په خاوره کی د حرارت او رطوبت' درجی مناسبی سی او ځینی ددوی' بیا
په نباتی پاته شونو' کی د ډیرو کلونو لپاره پاته کیږی ،د نباتی پاته شونو ښخول د ناروغیو' د عواملو د
انتقال کچه راټیټوی ،زیاتره ددوی بیا د نباتی تخمونو' په داخل او یا خارج کی خپل ژوند کوی او هغه وخت
ناروغی رامنځ ته کوی کله چی په ناروغی باندی ککړ تخمونه وکرل سی .ځینی ددوی بیا ژمی د حشراتو
په ویکټور کی تیروی او په راتلونکی پسرلی کی کله چی حشرات د حساس کوربه نبات څخه تغذیه کوی،
نو نبات په ناورغی' باندی اخته کوی ،د سرخی' زیات شمیر سپورونه په جنوب کی موجود وی او کله چی
وده یز فصل شروع سی نو نوموړی سپورونه د باد په وسیله د شمال پر خوا وړل کیږی .په پورته عکس
کی سایبین د نباتی پاته شونو' او د نیماتود' د سیست سره لیدل کیږی' او لیدل کیږی چی څنګه د یوه وده یز
.فصل څخه تر بل وده یز فصل پوری د ناروغی عوامل ژوندی' پاته کیږی
خالصه
د نښو او عالمو ترمنځ په فرق پوسو' او همدارنګه دغه دواړه عوامل د نباتی ناروغی' د پیژندنی لومړنی •
.اساسات دی
ترڅو چی حساس کوربه نبات ،د ناروغی عامل او مناسب چاپیریال' ټول په یوه وخت کی نه وی سره یو •
.ځای سوی ،ناروغی په فعالیت شروع نه سی کوالی
زیاتره د نباتی ناروغیو عوامل چی په نباتاتو کی ناروغی رامنځ ته کوی عبارت دی له :فنګسونو• ،
.باکټریا ،وایروسونه او نیماتودونه
.د ناروغی د ژوند' دوران د ناروغی د عامل او کوربه نبات ترمنځ اړیکی تر بحث الندی نیسی •
د ناروغیو' په مخنیوی' کی تر ټولو موثره ستراتیژی' دا ده چی د ناروغی' د ژوند دوران مات سی .د
ناروغی د ژوند' په دوران باندی پوهیدل او پدی پوهیدل چی د کومی ستراتیژی په اساس د ناروغی د ژوند
دوران ماتیږی ،ددی سبب کیږی چی نباتی ناروغی' په ډیره اسانی سره اداره کړو