Download as rtf, pdf, or txt
Download as rtf, pdf, or txt
You are on page 1of 1

‫ګ رانه وروره نيکی هيلی او سالمونه قبول کړ ه زه شاعر نه‬

‫يم خو د پښتو او پښتونولی سره بیکچه مينه لرم دا پو‬


‫و بيتونه می درواستول هيله کوم چه د شعر په معيار برابر اوسي‪&#1669‬‬
‫مننه‬
‫پښتونوال‬

‫لوړه شمله‬
‫لوړه شمله د پښـــتون تـــــــل غواړمه‬
‫له پيــــښوره یې تر کابــــــل غواړمه‬

‫بـاغ د ګلـو یې کړی سمـــسور په مينه‬


‫هــر چـــــــــمن ته یې بلـــــــــبل غواړمه‬

‫ويجاړ یې مه کړی نور اوربــل د پيغلو‬


‫ګل د ګالب یې په تور اوربــل غواړمه‬

‫د وطن دښـــتی کړی شـــــنی او زرغـون‬


‫پــه وچـــه تيــــږه یې هم ګـــــل غــواړمه‬

‫پيدا کړی بيا پشان د احمد و خوشال‬


‫په دغه خاوره نه پرنګ نه مغـل غواړمه‬

‫ارمان پوره کړی د ارمانجنی مورکۍ‬


‫ځلمي یې په غيږ د تور کاکل غواړمه‬

‫ژړا کـړی ورکــــه د افغـــان لــه کــوره‬


‫په خـــوله خــــندا لکه سنـــبـــل غــواړمه‬

‫ورک کړی (نجـــيــــــب ) نفاق له پښتون‬


‫ورورولی مينه یې يو تر بـــــل غواړمه‬

You might also like