Download as pdf or txt
Download as pdf or txt
You are on page 1of 90

‫د زړه ﻟــــــــــــــﻠــــــــــــــﻤـــــــــــﻪ‬

‫ﺷــــــــــﻌــــــــــــﺮي !ــــــــﻮﻟـــ‪/‬ﻪ‬

‫ﻏــــــــﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐــــــــﺎ ﻣـﻪ وال‬


‫ﮐﺘﺎب ﭘ‪5‬ﮋﻧﺪﻧﻪ‬
‫د ﮐﺘﺎب ﻧﻮم ‪ .‬د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬
‫وﻳﻨﺎوال ‪ .‬ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬
‫ﮐﻤﭙﻮزر ‪ .‬ﺷﻔﻖ‬
‫ﭼﺎپ وار ‪ .‬ﻟﻮﻣ‪7‬ی‬
‫ﭼﺎپ ﮐﺎل ‪ ١٣٨٢ .‬ل ‪ ٢٠٠٣ /‬م‬
‫ﭼﺎپ ﺷﻤ‪5‬ﺮ ‪! ١٠٠ .‬ﻮﮐﻪ‬

‫د اﻧﺘﻴﺮ ﻧﺘ＀ ﭘﻪ ﻣﺦ ﺗﺮﺗﻴﺐ او ډﻳﺰاﻳﻦ ﮐﻮوﻧﮑ‪ . 3‬ﺳﻤﺴﻮر ﺣﺒﻴﺒﻲ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﻣـــﻴﻨﻪ د اﺷﻨﺎ ﭼﯥ را ﭘﻪ زړه ﺷﻲ ﺑـــﻴــــﺎ‬
‫ﺳــــﻤـــﻪ رڼﺎورځ ﺗﻮره ﺗﻴﺎره ﺷﯥ ﺑﻴــــــﺎ‬

‫او ښﻜﯥ ﻣﯥ راﺗﻮﻳﯥ ﺑﯥ اﺧﺘﻴﺎره ﺷﻲ‬


‫ﺧﻴﺎل ﺗﻪ ﻣﯥ راﻳﺎد ﻫﻐﻪ ﻛﺎﺗﻪ ﺷﻲ ﺑﻴــــﺎ‬

‫ﺧﺪاﻳﻪ ﻣﻪ ﻛړې څﻮك ﻣﯧﻦ ﭘﻪ ﻣﺦ د ﭼﺎ‬


‫ﺗﻞ ﺑﻪ ﻳﯥ روزګﺎر ﭘﻪ وﻳﺮاﻧﻪ ﺷﻲ ﺑﻴــــﺎ‬

‫وي ﭼﯥ دا ﻧﺎزوﻧﻪ د ﺧﻮږو ﺳــــــﺘﺮګﻮ‬


‫څﻪ ﺑﻪ ﻣﯥ ﻛﻴﺴﻪ د ژوﻧﺎﻧﻪ ﺷﻲ ﺑﻴـــــــﺎ‬

‫ﻫﻴﺮې ﻛړﻣﻪ واﻳﻤﻪ ﭼﯥ ﻫﻴﺮ ﺑـــــﻪ ﺷﻲ‬


‫ﺳﺘﺎ ﺧﻮاږه ﻏﻤﻮﻧﻪ راﺳﺘﺎﻧﻪ ﺷﻲ ﺑـﻴﺎ‬

‫ﻛــــﻠــــــﻪ ﭼـــــــﯥ دﻳﺪن د اﺷﻨﺎ وﻛړﻣﻪ‬


‫ډﻳﺮ ﺧﻮاږه ﻏﻤﻮﻧﻪ ﻣﯥ ﭘﻪ زړه ﺷﻲ ﺑﻴﺎ‬

‫‪۶/١٣۶٣‬‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻣﻮرﺗﻪ‬
‫ﻫﻐﻪ ښﻜﻠﻲ ﺗﻮده ﻏﻴږه‬
‫ﻫﻐﻪ ښﻜﻠﻲ ﺧﻮږه ﻏﻴږه‬
‫ﺧﺪاﻳﻪ څﻪ ﺷﻮه‬
‫ﻫﻐﻪ څﻪ ﺷﻮه‬
‫ﭼﻲ زﺧﻤﻲ زړه ﺗﻪ درﻣﻞ وه‬
‫ﭼﻴﺮﺗﻪ ﻻړه‬
‫ﻻ ﺧﻮزه ﭘﻪ ﺗﻤﻪ ﺗﻤﻪ‬
‫د راﺗﻠﻮ څﺎرﻣﻪ ﻻره‬
‫ﻫﻐﻪ څﻪ ﺷﻮه ﭼﯥ ﻣﺪام ﺑﻪ‬
‫زﻣﻮږه ﻛﻠﻲ‬
‫ښﻜﺎرﯦﺪه ور ﺑﺎﻧﺪې ښﻜﻠﻲ‬
‫ﻫﻐﻪ ﻳﻮ ﻟﭙﻪ دﻋﺎ وه‬
‫ﻫﻐﻪ ﻧﻴﻜﻲ وه‬
‫ﻫﻐﻪ ﺗﻞ ﭘﻴﺮزو ﭘﻴﺮزو وه‬
‫ﻫﻐﻪ ﺗﻞ ﺧﻮ ښﻲ ﺧﻮښﻲ وه‬
‫ﻫﻐﻪ ډﻳﺮ ه ﻣﻬﺮﺑﺎﻧﻪ‬
‫ﭼﻲ ﺗﻴﺎرې وې ﭘﺮې روښﺎن‬
‫ﭼﯥ ډﻳﻮه وه ﭼﯥ ﻣﺸﻌﻞ وه‬
‫ﺗﻞ زﺧﻤﻲ زړه ﺗﻪ درﻣﻞ وه‬
‫ﻫﻐﻪ ډﻳﺮه وه ﻓﻘﻴﺮه‬
‫ﺧﻮ ﭘﻪ ﻣﻴﻨﺪو ﻛﯥ وه ﻣﻴﺮه‬
‫ﺧﺪاﻳﻪ څﻪ ﺷﻮه‬
‫ﭼﻴﺮﺗﻪ ﻻړه‬
‫ﺑﻴﺎ راﻧﻪ ﻏﻠﻪ ﭘﺮ دې ﻻره‬
‫ﭘﻪ رښﺘﻴﺎ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻣﻮر وه‬
‫ﺗﻞ زﻣﺎ د زړه ټﻜﻮر وه‬

‫‪/١٣۶۴‬ﻛﺎﺑﻞ‬

‫د ﺧﭙﻠﯥ ﺧﻮږې ﻣﻮرﭘﻪ ﻣﺰار‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﭘــــــــــﻪ ﺧﻴﺎل ﻛﯥ ﻣــــــــﯥ اﺷﻨﺎ دﻳﺪﻧﻮﻧﻪ ځﻲ راځﻲ‬
‫ﻟﻪ ﺳﺘـــﺮ ګﻮ ﻣــــــــﯥ د اوښﻜﻮ ﺑﺎراﻧﻮﻧﻪ ځﻲ راځﻲ‬

‫ﭘﻪ زړه ﺑﺎﻧـــــــﺪې راﻳﺎدې ﺳﺘﺎ د ﻣﻴﻨﻲ وﻟﻮﻟﯥ ﺷﻲ‬


‫ﭘﻪ ﺗﻮرو ﺗﻴـــــﺎرو ﺷﭙﻮ ﻛﯥ ﺳﺘﺎ ﻏﻤﻮﻧﻪ ځﻲ راځﻲ‬

‫د ښﻜﻠـــــــــــﻮ ﻣﺤﺒﺖ ﻛﻲ ﻣﻠﻨګﻲ څﻪ ﭘﻴﻐﻮر ﻧﻪ ده‬


‫ﭘﻪ ﻋﺸﻖ ﻛﯥ داﺳﯥ ورځﯥ ﻣﺎښﺎﻣﻮﻧﻪ ځﻲ راځﻲ‬

‫ﻳﻮځﻞ درﻗﻴﺐ ﻣﺨﻜﯥ راﺗﻪ وﺧﺎﻧﺪه ﻣﻮﺳﻜۍﺷﻪ‬


‫ﺑﻴﺎ څﻪ ﻛﻪ ﻟﻪ ﻫﺮ ﺧﻮاﻧﻪ ﭘﻐﻮروﻧــــــــــــــﻪ ځﻲ راځﻲ‬

‫د ﺳﺘﺮګﻮ ﭘﻪ ﻛﺎﺳﻮ ﻛﯥ ﻟږ ﺷﺮاب د ﻣﻴﻨﯥ ورﻛړه‬


‫ﻧﻦ ﺑﻴﺎ د ﻛﺎﻣﻪ وال زړه ﺗﻪ دردوﻧﻪ ځﻲ راځـــــــﻲ‬

‫‪/١٣۶٣‬ﻛﺎﺑﻞ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﻧـــــــــــــــــﻦ ﻣﯥ ﻋﺠـــﻴﺒﻪ ﺗﻤﺎﺷﻪ وﻟﻴﺪه‬
‫ښﻜﻠﯥ راڼـــــۍ ﻣــﯥ ﭘﻪ ﺳﺠﺪه وﻟﻴﺪه‬

‫ﺣﻴﺮان ﺣﻴﺮان دې ﻧﻨــــــــﺪارې ﺗﻪ وﻣﻪ‬


‫ﭼﯥ ﺳﺘﺎ ﭘﻪ ښﻮﻧډوﻣﯥ ﻏﻮﺳﻪ وﻟﻴﺪه‬

‫ځﺎر ﺷﻢ ﻟﻪ داﺳﻲ ﻋـــــــــﺒﺎدﺗﻪ ځﺎرﺷﻢ‬


‫ﻣﺎ دې ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﯥ ﻛـــــــﻌﺒﻪ وﻟﻴﺪه‬

‫ﺑﺎور ﺑﻪ وﻛړې ﻛﻪ ﺑﻪ وﻧﻪ ﻛـــــــــــړي ﺗﻪ‬


‫ﻧﻦ ﻣﯥ ﭘﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﻣﻴﻨﻪ ښﻪ وﻟـــــﻴــــــــﺪه‬

‫ﻗﺴﻢ ﭘﻪ ﺧﺪاى ﭼﻲ دﻏﻪ ﺳﺘﺮګﻮ زﻣﺎ‬


‫د ﻛﺎ ﻣﻪ وال ﻏﻴږ ﻛﯥ ﺧﻮره وﻟــــــﻴﺪه‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ځﻜﻪ ﻣـــــــــــﻮ ﭘﻪ ﻧﻴﻚ ﻧﻈﺮ ﻣﻨﻠﻲ دي‬
‫ښﻜﻠﻲ ﺧﻮ د ﺧﺪاي ﭘﺎك ﻧﺎزوﻟﻲ دي‬

‫ﻧﻪ راځﻲ ﭘﻪ ﺧـــــﻮﻟﻪ ﭼﯥ درﺗﻪ وواﻳﻢ‬


‫زړه ﻣﯥ څﻮ ګﻴﻠــﯥ درﺗﻪ ﺳﺎ ﺗﻠﻲ دي‬

‫زﻣﻮږه ﭘﻪ ﻧﺼﻴﺐ ﻛﯥ ﺧﻨﺪاﭼﯧﺮﺗﻪ ده‬


‫ﺧﺪاﻳږو ﻣﻮ ږه ټﻮل ﻋﻤــــﺮ ژړﻟﻲ دي‬

‫ﻣﺴﺘﻮ ﺑﺒﺮ ﺳﺮو ﻣــــــــــــﺒـﺎرك ﻣﻮ ﺷﻪ‬


‫ﺑﻴﺎ څﻮ ﻟﻴﻮﻧﻲ ﭘــــــــــﻪ دار ﺧﺘﻠﻲ دي‬

‫ﺧﺎوري ﻛﺎ ﻣﻪ وال ﺷﻮ د اﺷﻨﺎ د ﭘښﻮ‬


‫څﻮك دې ﻣـــــﺮﺣﻠﯥ ﺗﻪ ر ﺳﺪﻟﻲ دي‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﭘﻮه ﭼﯥ ﺳﺘﺎ د ﻣـــــــﻴﻨﯥ ﭘﻪ ﻛﺘﻮ ﺷﻮﻣﻪ‬
‫ښﻜﺎري ﻟﯧﻮﻧـــــــــﻰ د ﻧﻴﻤﻮ ﺷﭙﻮ ﺷﻮﻣﻪ‬

‫ﺧﻴﺎل او ﺗـــــــﺼﻮر ﻣﯥ ﺳﺘﺎ ﻣﻠګﺮي ﺷﻮ‬


‫ګﻮره ﭼﯥ ﻋــــــﺎدت ﭘﻪ ﺷﻮ ګﻴﺮو ﺷﻮﻣﻪ‬

‫اى ﻧﺼﻴﺒﻪ ﺑﻴﺎ ﻣﯥ وروﻟــــــــﯥ څـــــﻠــــــﻪ‬


‫ﻫﻠﺘﻪ ﺧﻮ زه ﭘﻴښ ﭘﻪ ﺣﺎدﺛﻮ ﺷــــــــــﻮﻣﻪ‬

‫زه ﻫﺴــــــــــﯥ د ﻻرې دﺳﺮګـﻞ وﻣــــــــﻪ‬


‫ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړﻣﻪ ﭘﻴﻐﻠﻮ دﻛﻤــــــــڅﻮ ﺷﻮﻣﻪ‬

‫ﭘﻮه ﻧﻪ ﺷﻮم ﭼﯥ دا ﺑـــﻪ وي ﭘﻴﺮزو د ﭼﺎ‬


‫څﻨګﻪ زه ﻣﻴﻠﻤﻪ ﭘــــــــــــــﻪ اﻧﻨګﻮ ﺷﻮﻣﻪ‬

‫ﻧﻦ ﭼﯥ ﯦﻲ ﻣﻮﺳﻜﺎ ﭘﻪ ﺷﻮﻧډو ﭘﺮ ﯦﻮﺗﻪ‬


‫ﻫﻠﺘﻪ زه ﺑﻴﺎ ﺷــــــــــﻤﺎر ﭘﻪ ﻟﻴﻮﻧﻮ ﺷﻮﻣﻪ‬

‫ﺳټﻮ ﻛﻨډو‪ ،‬ﭘﻜﺘﻴﺎ ‪١٣۶٧/‬‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﻳﺎره ﺳﺘﺎ د ﭘﻞ ﻣﺨﻪ ﺳړه ښـــــــﻜــــــــــﺎري‬
‫ﺧﺪاﻳږو داﺟﻞ ﻣﺨﻪ ﺳړه ښـــــــــﻜــــــــﺎري‬

‫ځﺊ ﺗﺮ ې ﻟﯧﻮﻧﻮ ﻳﺎراﻧﻮ ﭘﻮرﺗــــــــــﻪ ﺷـــــﻲ‬


‫ﻧﻦ ﺧﻮ د ﻣﻘﺘﻞ ﻣﺨﻪ ﺳړه ښﻜـــــــــــــــﺎري‬
‫ﻣﺎ ﭼﯥ ﺗﺼﻮر ورﺑﺎﻧﺪې وﻛــــــــــړﻟــــــــــــﻮ‬
‫ﻧﻮر د ﻣﺴﺘﻘﺒﻞ ﻣﺨﻪ ﺳړه ښﻜـــــــــــــــﺎري‬
‫زﻋﺮده ارادې ﻣﻮ ﺳﺎه ﻧـــــــــــــــــﻴﻮﻟﯥ دې‬
‫ځﻜﻪ د ﺗﻜﻞ ﻣﺨﻪ ﺳړه ښﻜــــــــــــــــــــﺎري‬
‫ﺳﺘﺎ د ﺷﻮ ﺧﻮ ﺳﺘﺮګﻮ اﺛــــــــﺮ ﭼﯧﺮﺗﻪ دى‬
‫ﺑﻴﺎ ﻣﯥ د ګﻮګﻞ ﻣﺨــــــــــــﻪ ﺳړه ښﻜﺎري‬
‫ښﻜﻠﻲ ﻧﻨګﺮﻫﺎر ﻛﯥ ﻏﻮټۍ ﻣړاوې ﺷﻲ‬
‫ﺑﺮه د ﻛـــــــــــــــــــــــﺎﺑﻞ ﻣﺨﻪ ﺳړه ښﻜﺎري‬

‫ﺧﻠﻜﻪ ﻛﺎ ﻣﻪ وال ﺑـــــﺎﻧﺪې ﺑﻴﺎ څﻪ وﺷﻮل‬


‫ﻧﻦ ﻳﯥ د ﻏــــــــــــــﺰل ﻣــﺨﻪ ﺳړه ښﻜﺎري‬

‫‪/١٣۶٧‬ﻧﻨګﺮ ﻫﺎر‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﭘﻪ ادﻳﺮو ﺷﻮ ﺑﺪل‬
‫څﻪ ﭘﻪ اﻳﺮو څـــــــــــــــﻪ ﭘﻪ ﻟﻤﺒﻮ ﺷﻮ ﺑﺪل‬
‫وﻃﻦ ﺧــــــــــــــــﻮ ﻻړ ﭘﻪ ادﻳﺮو ﺷﻮ ﺑﺪل‬

‫زه ﻳــــــــــــــﯥ د ﻛﻮم زﺧﻢ ټﻜﻮر وﻛړﻣﻪ‬


‫ﭼﯥ ﺳﻤﻪ او ﻏﺮﻣﯥ ﭘﻪ زﺧﻤﻮ ﺷﻮ ﺑﺪل‬

‫ﺳﺒــــــــــــﺎ ﻣﻮ ﻻړو ﺗﻮرو ﺷﭙﻮ وﺧﻮړو‬


‫ﻋﺸﻘﻪ ﻣﻨﺰل ﻣـــــــﻮ ﭘﻪ ﺗﻴﺎرو ﺷﻮ ﺑﺪل‬

‫اوس ﻳــــــــــــﯥ ﺗﭙﻮ زړګﻴﻪ څﻠﻪ ﻛﻮې‬


‫ﻫـــــﻐــــــــﻪ ﻣﺤﻞ ﭘﻪ وﻳﺮاﻧﻮ ﺷﻮ ﺑﺪل‬

‫ژﺑﻪ ﻣﯥ ګﻮﻧګﻪ ﺧﻮ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮواﻳﻢ‬


‫ژوﻧﺪ ﻣﻮ ﻳﺎراﻧﻮ ﭘﻪ ﺳﻠګﻮ ﺷﻮ ﺑﺪل‬

‫دا د ګــــــــﻠـــــــــﻮﻧﻮ ﻣﺎﻟﻲ ﭼﻴﺮ ﺗﻠﻠﻰ‬


‫ﭼﯥ ټﻮل ﭼﻤﻦ ﻣﻮ ﭘﻪ اﻏﺰو ﺷﻮ ﺑﺪل‬

‫‪/١٣۶٨‬ﻛﺎﺑﻞ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وا‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫څﻪ راﻏﻠﯥ ﻣﺠــــــــﺒﻮري ده دي وﻃﻦ ﻛﯥ‬
‫د ﻣﺮګﻲ ﺣﻜــــــــــــﻤﺮاﻧﻲ ده دې وﻃﻦ ﻛﯥ‬

‫ﻧﻪ ﺑﺲ ﻣړه ﻳﻮ ﻧﻪ ژوﻧﺪي ﻳﻮ دا ﻣﻮږ څﻪ ﻳﻮ‬


‫زﻧﺪګــــــــــﻲ ﻳﻮه ﻗﺨﻄﻲ ده دي وﻃﻦ ﻛﻲ‬
‫ﭼﯥ ﻣﻮﺳــﻜﺎ ﻣﻮ ﺗﺮې ﻳﻮه ﺷﯧﺒﻪ و ﻧﻪ ﻛړه‬
‫دا د ﭼﺎ ﻣـــــــــــــﻬﺮﺑﺎﻧﭗ ده دې وﻃﻦ ﻛﯥ‬
‫ﭼﯥ ﻧﻪ ﺳﻮز ﺷﺘـــــﻪ ﻧﻪ ژؤا او ﻧﻪ ﺧﻨﺪا ده‬
‫دﯦﺮه ﺷﻮې ﺧﺎﻣـــــﻮﺷﻲ ده دي وﻃﻦ ﻛﯥ‬
‫دا ﺧﭙﻞ ځﺎن راﺗﻪ ﭘــــــــــﺮدى ښﻜﺎرﻳږي‬
‫ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻛﻮر ﻣﺴﺎﭘﺮي ده دې وﻃﻦ ﻛﯥ‬
‫ﻳﻮد ﺑﻞ وﻳﻨﻮﺗﻪ ﻧﺎﺳﺖ ﻳـــــﻮ ﺧﻮﺷﺎﻟﻴږو‬
‫ﻋﺠﻴﺒﻪ ﻣﺴﻠـــــــﻤﺎﻧﺊ ده دي وﻃﻦ ﻛﯥ‬
‫ډﻳﺮي ﻣﻴﻨﯥ ﺑـــــﻴﻨﻮا ﭘﻪ ﻛﻲ ﭘﺮﺗﯥ دي‬
‫ﻫﺮه ﻣﻴﻨﻪ ارﻣﺎﻧــــــــﻲ ده دي وﻃﻦ ﻛﯥ‬
‫ﻛﺎﻣﻪ وال ﭘﻪ ﻛﯥ ﻟـــــﻪ ﻏﻤﻪ ﻟﯧﻮﻧﻰ ﺷﻮ‬
‫ﺧﻠﻜﻪ ﺟﻮړه ﺗﺮ ﺑګﻨﻲ ده دې وﻃﻦ ﻛﯥ‬
‫‪/ ١٣۶٨‬ﻟﻮګﺮ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وا‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫وﻳﺮﺟﻦ ﻣﺎ *ﺎم‬

‫دﺳﺒــــــﺎ ﭘــــــــﺮ اوږو ﭘــــــﻨډې‬


‫د وﻳﺮ ﺟــــﻦ ﻣﺎښﺎم ﺗﻴﺎرې دي‬

‫ﻟــــــــــــــــﺮې ﻟﺮې اوږدې ﻻرې‬


‫ﺑﻴﺎ زﻣـــﺎ ﭘﻪ وﻳﻨـــــﻮ ﺳﺮې دي‬

‫ځﻪ ﺗﻨﻜﻰ ژوﺑــــــﻞ ارﻣﺎن ﻣﯥ‬


‫ورﺗﻪ ګـــــﻮرئ ځﻮﻧﻴﻤﺮګ ﺷﻮ‬

‫څﻪ ﺗﺮ ﺧـــﻪ ﻏﻮﻧﺪې ﺳﻴﻠۍ وه‬


‫د اﻣﻴﺪ ﺳﺘﺮګﯥ ړﻧﺪې ﺷﻮې‬

‫څــــــــــــﻪ زﻟﻤﻲ زﻟﻤﻲ ﺳﺮوﻧﻪ‬


‫دﺳﺘﻢ ﭘـــــــﻪ اور ﻛﯥ ﺳﻮزي‬

‫زه د ﭘﯧـــــــــﻐﻠﻮ ﭘﯧﻐﻠﻮ ﻫﻴﻠﻮ‬


‫ﺟﻨﺎزې ﺧـــــــﺎورو ﺗﻪ وړﻣﻪ‬

‫‪ /١٣۶٨‬ﻛﺎﺑﻞ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ځﻮك د ﺣﺎﻻﺗﻮ زﻳﺮ او ﺑﻢ ﭘــــــــــﺴﯥ ځﻲ‬
‫زﻣﺎ ﻗﺪم ﺳﺘﺎ ﭘـــــــــــــــﻪ ﻗﺪم ﭘﺴــــﯥ ځﻲ‬

‫ﺗﺼـــــــﻮر راوړه ﺑــــــــــــﻴﺎ د ﭼﺎ ﻳــــﺎدوﻧﻪ‬


‫زړه ﻣﯥ روان ﺷﻮ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﻏﻢ ﭘﺴــــﯥ ځﻲ‬

‫ﭼــﯧﺮې ﭼﯥ ﺳﺘﺎ ﻳﺎدوﻧﻪ دروﻣــــﻲ ګﻠﯥ‬


‫دا ﻟــــــﯧﻮﻧﻰ زړګﻰ ﻣﯥ ﺳــــﻢ ﭘـﺴﯥ ځﻲ‬

‫ﭼﯥ ﺑﺮ ﻧﺎﺣﻘﻪ ﻣﯥ ﭘﻪ ﺧﻮﻟــــــﻪ وي ﻣﺪام‬


‫ځﻜﻪ ﻣﯥ ژﺑﻪ ﭘــــــــﻪ ﺻـــــــﻨﻢ ﭘﺴﯥ ځﻲ‬

‫ﻧــــــــــﻦ ﭘــــــــــــﺮ ﺣﺎ ﻻﺗﻮ زوروز وﺧﺘﻮ‬


‫ﭼﯥ ﻛﺎ ﻣﻪ وال ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻗﻠﻢ ﭘﺴﻂ ځﻲ‬

‫‪/١٣۶٨‬ﻛﺎﺑﻞ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫د‪-‬ﻠﻮﻧﻮ ﺟﻨﺎزې‬

‫ﻛﻮم ﻗﺘﻞ ور ﺑـــــــﺎﻧﺪې اور دى ﻟګﻮﻟﻰ‬


‫ﭼﯥ ﺳﭙﺮﻟــــﻲ ﻛﯥ د ګﻠﻮﻧﻮ ﺟﻨﺎزې دي‬

‫ﭼﯥ اﻏﻴﺎرو ورﺗﻪ ﺟګ ﻛﺘﻠﻰ ﻧﻪ ﺷﻮل‬


‫ﻧــــــــــــﻦ د ﻫﻐﻮ ﻏﻴﺮ ﺗﻮﻧﻮ ﺟﻨﺎ زې دي‬

‫ﻧﻪ ﭘﻮﻫــــــﻴږم ﭼﯥ دا وﻟﯥ ﻛﺎ ﻣﻪ واﻟﻪ‬


‫دې وﻃـــﻦ ﻛﯥ د ﻳﺎدوﻧﻮ ﺟﻨﺎزې دي‬

‫‪/١٣۶٨‬ﻛﺎﺑﻞ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﻮ *ﺘﻨﻪ‬
‫اى درڼﺎ ﻗﺎﺗﻠﻪ‬
‫اى د ﺧﻮ ښۍ زواﻟﻪ‬
‫ﻟﻪ ﺗﺎﻧﻪ ﻛﺮﻛﻪ راځﻲ‬
‫زﻣﻮږه ﻛﻠﻲ ﺗﻪ ﻧﻮر‬
‫دﺑﯧﻮﺳۍﻣﺮګﻮﻧﻪ ﻣﻪ راوﻟﻪ‬

‫‪ /١٣۶٩‬ﻛﺎﺑﻞ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﺳﺘ‪7‬ې ‪-‬ﻴﻠ‪3‬‬
‫دې ﺣﺎدﺛﻮ ﺗﻪ ﻓـــــــﻜﺮ وړى ﻳــــــــــــــﻤـــــﻪ‬
‫ﻫﺴﯥ وﻋﺪو ﺗﻪ ﻓــــــﻜـــﺮ وړى ﻳـــــﻤـــــــﻪ‬
‫ﻣﺎﺗﻪ ﺑﻪ زﻣﺎ ﻏﺮور ﺗﺮ ﻣﺮ ګﻪ ﻧــــــﻪ ﺷـــــﻲ‬
‫ﺳﺘﺎ ﻧﺎ ﻛﺮدوﺗﻪ ﻓﻜﺮ وړى ﻳــــــــﻤــــــــــــﻪ‬
‫زه ﺧﻮ د ژوﻧﺪ ﭘﻪ ﺧﻮږو ﭘﻮه ﻧﻪ ﺷـــﻮﻣـﻪ‬
‫دې ورځﻮ ﺷﭙﻮ ﺗﻪ ﻓﻜﺮ وړى ﻳــــﻤــــــــﻪ‬
‫راځﻨﯥ ﻫﻴﺮ ﻳﯥ ﻧﻪ ﻛړ ﻏﻢ د ﻣـــﻴــــﻨـــــﯥ‬
‫ﺳﺎﻗﻲ ﻛﺎﺳﻮ ﺗﻪ ﻓﻜﺮ وړى ﻳـــــــــﻤـــــــﻪ‬
‫راﺗﻪ ﻛړي ﺟﻮړ د زړه ﭘﻪ ﺳﺮ داﻏﻮﻧــــﻪ‬
‫دې ﺷﻨﻮ ﺧﺎﻟﻮ ﺗﻪ ﻓﻜﺮ وړى ﻳــــــﻤــــــﻪ‬
‫ﭼﯥ ﻟﻪ وﺧﺘﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﻣﻨډې وﻫـــــــــﻲ‬
‫ﻫﻐﻮ ﺷﻤﻠﻮ ﺗﻪ ﻓﻜﺮ وړى ﻳــــــــﻤـــــــــﻪ‬
‫ﭘﻪ ﻛﯥ ﺗﺎ ﻻ وا ﻻ ﺷﻮې ټﻮﻟﯥ ﻏﻮټۍ‬
‫داﺳــــــــــﯥ ﺳﭙﺮﻟﻮ ﺗﻪ ﻓﻜﺮ وړى ﻳﻤﻪ‬
‫داﻧﻪ داﻧــــــﻪ ﻣﯥ ﺷﻲ راټﻮﻳﯥ ﭘﺮ ﻣﺦ‬
‫ﺳﺘړو ګﯧﻠـــــــــــــﻮ ﺗﻪ ﻓﻜﺮ وړى ﻳﻤﻪ‬
‫راﺗﻪ ﻳﺎدﻳږي ﻛﺎ ﻣـــــــــــﻪ واﻟﻪ ﻣﺪام‬
‫ﻫﻐﻮ ﻛﺘﻮ ﺗﻪ ﻓﻜﺮ وړى ﻳــــﻤـــــــــــــﻪ‬
‫‪/١٣۶٩‬ﻛﺎﺑﻞ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫د ﻫﺠﺮ ﺷﭙ‪3‬‬
‫ﺳﺘﺮګﯥ ﻣﯥ ډﻛﯥ ډﻛﯥ ﻛﻴږي ﭼﺎﺗﻪ وژاړﻣـــــــــﻪ‬
‫دا ﺧﭙﻞ وﻃﻦ راﺗﻪ ﻳﺎدﻳږي ﭼــــــــﺎﺗـــــــــﻪ وژاړﻣﻪ‬

‫ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ ﺷﻲ راﻳﺎدې د ﺧﺎ ﭘﻮړو ﻛـــــــــــﻮڅﻲ‬


‫زړګﻰ ﻣﯥ ﺗﻞ ﭘﺴﯥ ﺧﻮږﻳږي ﭼﺎﺗـــــــــــــﻪ وژاړﻣﻪ‬

‫ﻫﻐﻪ دﻳﺮې ﻫﻐﻪ ﺣﺠﺮې ﻫـــــــــﻐــــــﻪ ﺟﺮګﯥ د ﻛﻠﻲ‬


‫ﻳﻮه ﺷﻴﺒﻪ ﻣـــــــــﻂ ﻧـــــــــــﻪ ﻫﻴﺮﻳږي ﭼﺎﺗﻪ وژاړﻣﻪ‬

‫ﺗﺶ د وﺻــــــــﺎل ﭘﻪ ﺗﻤﻪ ﺗﻤﻪ ﺑﺎﻧﺪې ﺷﭙﯥ ﺗﻴﺮوم‬


‫د ﻫﺠﺮ ﺷﭙــــــــــــــــﯥ ﻧﻪ ﺳﺒﺎ ﻛﻴږي ﭼﺎﺗﻪ وژاړﻣﻪ‬

‫ﻧﻦ ﻛﺎ ﻣﻪ واﻟﻪ د ﺧـﻮﺷﺎل او د روښﺎن و ﻃﻦ ﻛﻲ‬


‫ﭘښــــــــــﺘــــــﻨﯥ ﻣﻴﻨﯥ ﻗﺘﻞ ﻛﻴږي ﭼﺎ ﺗﻪ وژاړﻣﻪ‬

‫‪/١٣۶٩‬ﻟﻐﻤﺎن‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﺳﺘﺮ ګﯥ ﭼﯥ واړۍ ﭘﻪ ﻳﻮ وار ﻟــــــــﻴﻮﻧۍ‬
‫ﻛړي ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﯥ ګﻮزار ﻟـــــﻴﻮﻧۍ‬

‫د ﭼﺎ ﺧﺎﻃﺮ ﻛړه ﻟﯧﻮﻧۍ ﻟـــــــﻴــــــــــﻮﻧــــۍ‬


‫ﻟګﻮي ﻻس ﭘﻪ ﺳــــــــﻤـــــــــــﻪ ﻻر ﻟﯧﻮﻧۍ‬

‫ښﻪ راﺗﻪ ګﻮره ﺳـــــــﺘﺎ ﭘﻪ ﻋﺸﻖ ﻛﯥ زﻣﺎ‬


‫ګﺮﻳﻮان ﺷﻮ څـــــﻴﺮې ﺗﺎر ﭘﻪ ﺗﺎر ﻟﯧﻮﻧۍ‬

‫اوس ﺧﻮﻣﻰ ﺳﻴﻮرى ﻫﻢ ﭘﻪ ﻛﺎ ڼﻮ وﻟﻲ‬


‫ﺑــــــــــــــﻴﺎ ﺑﻪ ﻣـﯥ ژاړي ﭘﺮ ﻣﺰار ﻟﻴﻮﻧۍ‬

‫ﻛــﻪ ﻛﺎ ﻣـــــــﻪ وال ﺗﻪ دې د ﻣﻴﻨﯥ ووې‬


‫ﻛړي ﺑﻪ ژوﻧﺪون درځﻴﻨﯥ ځﺎر ﻟﯧﻮﻧۍ‬

‫‪ /١٣۶٩‬ﻛﺎﺑﻞ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﺷﻤﻠ‪3‬‬
‫ﻳﺎ ﺑﻪ ورﭘﻮو ه ﺟﻨډي ﭘﻪ دې ﺳـــــــــــــﺮوﻧــــــــﻮ‬
‫ﻳﺎﺑﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړو ﺷﻤﻠﯥ ﭘﻪ دې ﺳـــــــﺮوﻧـــــــــﻮ‬

‫ﺑﯥ ﻧﻨګۍ ﺑﺎﻧﺪې ﺑﻪ ټﻴټ ﻧﻪ ﺷـــــﻲ ا ﻏﻴﺎر ﺗﻪ‬


‫ﺷــــــــــــــــﻲ ﻛﻪ ډﻛﯥ ادﻳﺮ ې ﭘــــﻪ دې ﺳﺮوﻧﻮ‬

‫وﺧﺘﻪ ﭘــــــــــــــــﻮه ﺷﻪ زه ﻫﻤــــﺎﻏﻪ ﻟﻴﻮﻧﻰ ﻳﻢ‬


‫ﺗﻴﺮې ﺷﻮي ﺣـــــــــــــــــﺎدﺛـــﯥ ﭘﻪ دې ﺳﺮوﻧﻮ‬

‫ﭼﯥ د ﻗﺎام ﻣﻴﻨﻪ ﻛﯥ ﻣړه ﺷﻲ ﭼﺎوﻳﻤړه دي‬


‫ﻛﺎﻣﻪ وال ﻟﻴﻜﻲ ﻛﻴﺴــــــــــﯥ ﭘﻪ دې ﺳﺮوﻧﻮ‬

‫‪/١٣۶٩‬ﻛﺎﺑﻞ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﭘﻪ ﻛﻮم ﻟﻮري ﭼﯥ د ښﻜﻠﻮ ﻧـــــﻈــــﺮ وﺷـــــﻲ‬
‫ﺳﻼﻣﻲ ورﺗﻪ ﻣﻐﻞ او ﭘــــښــــــﺘـــﺎﻧــــــﻪ ﺷﻲ‬

‫ﻣﺎر ﻟړم ﺧﻮړﻟﻰ ښﻪ وي ﭘﻪ دم ﻛـــــــﻴـــــــــږي‬


‫ﭼﻲ د ﻧﺎز ﺳﺘﺮګﻮ ﺧﻮړﻟﻰ روغ ﺑﻪ ﻧﻪ ﺷـــــﻲ‬

‫ﻛﻪ ﻫﺮ څﻮ واﻳﯥ ﻧﺎ ﺻﺤﻪ ﻧـــــﻪ ﻳــــــﯥ ﻣﻨــــﻤﻪ‬


‫ﭼﯥ ﺧﺒﺮه د ﭘښــــــــﺘـــــــﻮ ﭘـــــﻪ ﻛﯥ وﻧﻪ ﺷﻲ‬

‫څﻪ ﻛﺎﻧﯥ راﺑــــﺎﻧﺪې ﻣﺴﺘﻮ ﺳﺘﺮګﻮ وﻛړې‬


‫ﭼﯥ ﻣﯥ ځــﺎى ﻧﻪ ﭘﻪ ﺻﺤﺮا ﻧﻪ ﭘﻪ ﻛﺎﻟﻪ ﺷﻲ‬

‫ﻛﺎﻣــــــــــــﻪ وال ﻛړئ ﭘﻪ ﻏﺰل د ﺣﺴﻦ ﺗﻮل‬


‫ﻫﻐﻪ ښﻜﻠﻲ ﭼﯥ دراﻧﻪ وي ﺑﻴﺎ دراﻧﻪ ﺷﻲ‬

‫‪ /١٣٧٠‬ﻟﻐﻤﺎن‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﺗﻮرې ﮐﻮ'‪9‬‬
‫ﺗﻮرې ﻛﻮڅۍ ﭼﯥ ﺗﺎر ﭘﻪ ﺗﺎر ﺟﻮړﻳږې‬

‫ﻛﻮم ﻟﻴــــــﻮﻧﯥ ﻏﺮﻳﺐ ﻟﻪ دار ﺟﻮړﻳږې‬

‫ﻧﻦ ﭼﯥ داښﻜﻠﯥ ټﻮل ﻣﻐﺮوره ګﺮځﯥ‬

‫دﻛــــــــــــــﻮم ﻣﻴﻦ د ﻗﺘﻞ ﻻر ﺟﻮړﻳږې‬

‫دﻏــــﻴـــﺮ ﻏﻤﺎز ځﺎى ﭘﻪ ﻛﯥ ﻧﻪ وﻳﻨﻤﻪ‬

‫زﻣــــــــﻮﻧږ ﺧﺒﺮى وار ﭘﻪ وار ﺟﻮړﻳږې‬

‫څـــــــــﻪ ﺑـــــــــــــــﻪ ﭘﺮواددوزﺧﻮﻧﻮﻛﻮم‬

‫ﺳﺘﺎ ﭼﯥ ورﺑﻞ ﭘﻪ ﻫﺮ ﺳﻬﺎر ﺟﻮړﻳږې‬

‫ﭼــــــﺎ دﻛــــــﻤـڅﻮ ټﺎﻟﻮﻧﻪ ګﺮم ﻛړه ﺑﻴﺎ‬

‫ﻣﻮږ ﺑﺪ ﻧﺼـــــﻴﺒﻮ ﺗﻪ ګﻮزار ﺟﻮړﻳږې‬

‫ﻣــــــــــــﺪام دا ښﻜﻠﯥ ﻛﺎﻣﻪ وال ﻟﭙﺎره‬

‫ﻛـــــــﻠــــــﻪ ﺗﺮ ﺑﻮر‪ ،‬ﻛﻠﻪ ﺑﺎدر ﺟﻮړﻳږې‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫د ﻣﻨ‪/‬ﻲ او ﺳﺘﺎر ﮐﻠﻲ‬
‫ﭘﻪ ﻟﻤﺒﻮ وﺳﻮل د دﻳﺮو او د ﭼﻨﺎر ﻛـــــــﻠـــــــــــــــﻲ‬
‫ډﻳﺮ ﻣﯥ ﻳﺎدﯦږي د ﻣﻨګﻲ او د ﺳﺘـــــــﺎر ﻛـــــــﻠــﻲ‬
‫ﻫﻐﻪ د ﻟﺮې ﻛﻨﺪواﻟﯥ ﭼﯥ ﻛــــﻮﻣﯥ ښﻜﺎري درﺗﻪ‬
‫دﻟـــــــــــــــــﺘﻪ زﻣﻮږ وو دﻧـــﻴﻜﻮﻧﻮ او د ﭘﻼر ﻛﻠﻲ‬
‫ﺧﺪاى ﺷـــــﻪ ﺧﺒﺮﺗﺎﺗﻪ ﺑــــﻪ ﻳﺎدوي اوﻛﻪ ﻧﻪ ﺟﺎﻧﺎﻧﻪ‬
‫ﭼﯥ وو ﺟـــــــــــــﻮړ ﺷــــﻮي ځﺎى ﭘﺮ دﻏﻪ ﻻر ﻛﻠﻲ‬
‫څﻪ ﻳﯥ د ﻗﺎف څﻪ د ﭘﻨﺠﺎب د ﺟﺎدوګﺮو ﭘﻪ ﻻس‬
‫ﺷــــــــــــﻮﻣـــــــﯥ ﺗــــــﺎ ﻻ د ﻳﺎرﻧﯥ او در ﻳﺒﺎر ﻛﻠﻲ‬
‫ﻗﺴﻢ ﭘﻪ ﺧﺪاى ﭼﺎﭘﺮې زړګﻰ ﻗﺪرې وﻧﻪ ﺳﻮزاوه‬
‫څﻪ ﻣﯥ ﭘﺨﭙﻠﻪ څﻪ ﭘــــــــــــﺮدوﻣﻲ ﻛړه ﺑﻤﺒﺎر ﻛﻠﻲ‬
‫ﭼﯥ ﭘﻪ ورﺗﻠﻞ ﭘﻪ اﺗڼﻮﻧﻮ د ﻏـــــــﻠــــﻴـــــﻢ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ‬
‫څﻪ د ﻟﻮګﺮ‪ ،‬څﻪ د ﭘﻜﺘﻴﺎ او ﻧﻨګﺮﻫــــــــﺎر ﻛـــــﻠﻲ‬
‫ﭼﯥ ﻣﻼﻟۍ ﺑﻪ ﭘﻪ ﻛۍ ﭼﻴﻐﻪ د ﻏﺰا ﭘﻮرﺗــــــﻪ ﻛړه‬
‫ﭘﻪ ﺟﻮش ﺑﻪ راﻏﻠﻞ د ﻛﺎﺑﻞ او ﻛﻨﺪﻫﺎر ﻛـــــﻠــــﻲ‬
‫ښﻪ راﺗﻪ ﻳﺎد دي ﻛﺎﻣﻪ وال ورﺗﻪ ژړل ﭘﻪ ﭼــــﻴﻐﻮ‬
‫ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ورځ ﭼﻲ ﺷﻮه او ښﺎﻧﻮ ﭘﺎﻧﺪې ﺑﺎرﻛــﻠﻲ‬
‫‪ ١/ ١٣٧١‬ﺧﻮﻧﺪ ﻛﻠﻰ ‪ ،‬ﻛﺎﻣﻪ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫د ﺗﻮرې او ﻗﻠﻢ ﺧﺎوﻧﺪ ﺧﻮﺷﺎل ﺧﺎن ﺑﺎﺑﺎ ﺗﻪ‬

‫ﻳﯥ ﻟﻪ ﻋﺸﻘﻪ ﭼﯥ ژوﻧﺪون ﺷﻲ ﺧﻮښ ﻣﯥ ﻧـــﻪ دى‬


‫زﻟﻔﻮ ﺷﭙﻪ ﻛﻪ ﺳﺒﺎوون ﺷﻲ ﺧﻮښ ﻣـــــــــﯥ ﻧــﻪ دى‬

‫ﭼﻲ ﻗﺪم ﻳﯥ د ﺧﻮﺷﺎل ﭘﺮ ﻗـــــــــﺪم ﻧـــــــــــــــــﻪ وي‬


‫ﻛﻪ څﻮك ﺳﻞ ځﻠﻪ ﭘښﺘﻮن ﺷﻲ ﺧﻮښ ﻣﯥ ﻧﻪ دى‬

‫ﻋﻤﺮازي ﭼﯥ د ﺧﻮاراﻧﻮ ﭘــــــــﻜــــــــــــﯥ ﻧــﻪ وي‬


‫دﻏﻪ ﺳﺮﻛﻪ اﭘﻼﺗﻮن ﺷﻲ ﺧﻮښ ﻣـــــــﯥ ﻧــــﻪ دى‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫اول ﭼـــــﻲ ﻏـــﻮڅ درﻗﻴﺐ ﺳﺮﻧﻪ ﻛړﻣﻪ‬

‫ښــﻜﻠﻲ ﭘګړۍ ﺗﺎ ﺑﻪ ﻳﺮ ﺳﺮ ﻧﻪ ﻛړﻣﻪ‬

‫ﻗﺴـــﻢ ﭘﻪ ﺧﺪاي ﭼﻲ د ﻛﺎﺑﻞ ﺑﺪل ﻛﻲ‬

‫داﺳﻲ د دوي ﭘﻨﺠﺎب ﻛﻨډر ﻧﻪ ﻛړﻣﻪ‬

‫زﻣـــــــــــﺎ ﻳـــــﯥ وﻻړه ګﻮدر ﭘﻪ وﻳﻨﻮ‬

‫ﻟﻤﺒﻪ ﻟﻤﺒــــــــﻪ ﻳﯥ ﭼﻲ ګﻮدر ﻧﻪ ﻛړﻣﻪ‬

‫ﻣـــــــــﺮګــﻴﻪ ځﻪ ﺗﺮ ﻫﻐﻲ ﻟﺮي ګﺮځﻪ‬

‫ﺗــــــــﺮ څﻮ ﭼﻲ ﻳﻮ داﻟﺮ اوﺑﺮﻧﻪ ﻛړﻣﻪ‬

‫ﻛﻪ راﻧﻪ وﻳﯥ ﻏﻮاړﻣﻪ دژوﻧﺪ ﭘﻪ ﺑﺪل‬

‫ﻳــــﻮ ﻣﻮټﻲ ﺧﺎوره ﺑﻪ دي ورﻧﻪ ﻛړﻣﻪ‬

‫‪ /١٣٧٣‬ﻛﺎﺑﻞ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﻨﺪا ﺷـــــﯥ ﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﻏﻢ ﻧﻪ ګﻮري‬

‫زﻣﻮﻧږ رﻳښــــــﯥ ګﺮﯦﻮان ﺻﻨﻢ ﻧﻪ ګﻮري‬

‫زړګﻴﻪ ﺑــــــــــــــﻴﺎ څﻪ ﻗﺼﻮر ﺷﻮى درﻧﻪ‬

‫ﭘﻪ ﻛﺘﻮ ګـــــــــﻮري ﺧﻮ ﻟږ ﺳﻢ ﻧﻪ ګﻮري‬

‫ﻳـــــــﻮد ﭘـــــــــﯧـﻤﺨﻮ دا ﻋﺎت وي ﻣﺪام‬

‫ﺧـــــــــــﭙﻠــﯥ ﻧﺎدودې او ﺳﺘﻢ ﻧﻪ ګﻮري‬

‫ﻛﺎﻣﻪ وال ﺳﺘﺎ ﭘﻪ ﺗﻤﺎﺷﻪ ﻛﯥ ورك ﺷﻮ‬

‫ﺗﺎﻟﻪ ﭼﯥ ګﻮري ﻧﻮر ﻋﺎﻟﻢ ﻧﻪ ګﻮري‬

‫‪١٣٧۴‬‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫د ﻟﻴﻮﻧﻮ ﻟﻤﻨﻲ‬

‫راﺗـــــــــــــــــﻪ ﭼﻲ ﻧﻴﺴﻲ د ﭘﺮدو ﻟﻤﻨﻲ‬

‫ﻛـــــــــــــــــړي ﺑﻪ ﺑﯥ ﭘﺘﻪ د ﭘښﺘﻮ ﻟﻤﻨﻲ‬

‫ﭼﺎ ﭼﻲ زﻣﻮﻧږ ګﺮﻳﻮان ﺗﻪ ﻻس راوړي‬

‫ژرﺑــــــــــــــــﻪ ﺷﻲ څﻴﺮي د ﻫﻐﻲ ﻟﻤﻨﻲ‬

‫رﻳښﻲ رﻳـــــښﻲ ﺑﻪ وي ﺗﺮ څﻮ ﻳﺎراﻧﻮ‬

‫دوران ﻣـــــــــﺎﻟـــــــــــﺖ د ﻟﻴﻮﻧﻮ ﻟﻤﻨﻲ‬

‫ﻻړﻟﻲ ﺧﺮ څﻲ ﭘـــــــــﻪ اﻏﻴﺎرو ﺷﻮﻟﻲ‬

‫د ﻣﻼ ﻟﻲ او د ﻧــــــــــﺎزوﻟـــــﻲ ﻟﻤﻨﻲ‬
‫ﻧﻮر ﻟﻪ ﻣﺎﺷﻲ ﻧﻪ دي ﻛړه ګﻮﺗﻪ ﻟﺮي‬

‫د ﻛـــــﻲ ﺷﻮي اوس د ادﻳﺮو ﻟﻤﻨﻲ‬

‫ﺷـــــﻲ ﺑﻪ رﺳﻮا د ﻛﺎﻣﻪ وال ﭘﻪ ﻗﻠﻢ‬

‫ﭼـــــــﺎﭼﻲ ﻧﻴﻮﻟﻲ دي د ﻏﻠﻮ ﻟﻤﻨﻲ‬

‫‪/١٣٧۴‬ﻛﺎﺑﻞ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﭘ‪+‬ﺘﻮ‬
‫ﭘښﺘﺎﻧــــــــــــﻪ ﺷــــــــــــــﻮه اوس دټﻮﻛﻮﻣﺴﺨﺮ‬

‫ﭼـــــــــــﻲ ﻣــــــﺤﺘــــــﺎج ﺷﻮه دګﻴﺪړاودﭘﻴﺸﻮ‬

‫ﭼﯥ ﻟﻪ ﺷﺮﻣﻪ ﻳﯥ ﭼﺎﺗﻪ ﺟګ ﻛﺘﻼى ﻧﻪ ﺷﻮل‬

‫ﻧـــــــــﻦ ﺳﭙــــــــــﺮﯦـــــــــږ ي د زﻣﺮﻳﺎﻧﻮ ﭘﺮاوږو‬

‫ځﻴﻨﯥ واﻳﯥ ﭼـــــــــــــﯥ ﭘښﺘﻮڅﻪ ﺷﻮه ﭘښﺘﻮ‬

‫ﭘښﺘﻮوﺧﺘــــــــــــﻪ ﺧﺮڅـــــــــﻪ ﺷﻮې ﭘﻪ ﭘﻴﺴﻮ‬

‫دﺧﻮﺷﺎل ﭘﻪ ﻣﯧﻨﻪ ﻧــــــــــــــﻪ ﺷﺘﻪ ﻫﻐﻪ ﺧﻠﻚ‬

‫ﭼﯥ ﻓﻠﻚ ﺳﺮه ډﻏــــــــــــــــــــــــﺮې ﻛړې ﻫﻐﻮ‬

‫ﻻس ﺗړﻟﯥ ﻣﻮدﻣﺮګ ﻛـــــــــــﻨﺪې ﺗﻪ ﺑﻴﺎﻳﯥ‬

‫ﻟــــــــږ ﭘﻪ ﺧﻮد ﺷﺊ ﺑﺒــــــــــــــــــﺮﺳﺮو ﻟﻴﻮﻧﻮ‬


‫ﻟــــــــــــــــــﻪ ﭘﺮدوﻧﻪ ګﻴﻠﻪ ﻣﻪ ﻛړه ﻛﺎﻣﻪ وال‬

‫ﻣــــــــﻠـــــــګﺮﺗﻴــــــــﺎﻣﻮ رﻫﺒﺮان ﻛﻮي دﻏﻠﻮ‬

‫‪/١٣٧۴‬ﺟﻼ آﺑﺎد‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وا‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ژوﻧﺪﻳﻮ ادﻳﺮه‬
‫ﻧﻦ ﭘﻪ ﭼﺎ وژاړم ﺧﺪاﻳﻪ‬
‫ﻧﻦ ﭘﻪ ﭼﺎ ﺳﺘﺮګﯥ ﺧﻮږې ﻛړم‬
‫ﭼﺎﺗﻪ ﻻړ ﺷﻢ‬
‫ﭼﺎﺗﻪ ﻛﻴﻨﻢ‬
‫ﭼﺎﺗﻪ زړه واﻳﻪ ﻧﮋدې ﻛړم‬
‫ﭼﺎﺗﻪ وواﻳﻢ ﺣﺎﻟﻮﻧﻪ‬
‫ﭼﺎﺗﻪ ﻛړﻣﻪ ګﺮﻳﻮان څﻴﺮې‬
‫ﭼﺎﺗﻪ ﺧﺎورې ﭘﺮ ﺳﺮ ﺑﺎد ﻛړم‬
‫ﻫﺮه ﺧﻮا ﺳﺘﻢ ﺳﺘﻢ دي‬
‫ﻫﺮ ه ورځ ﭘﺮ ﻣﻮږه ﻏﻢ دى‬
‫ﭼﺎ راوﺳﺘﻰ ﻇﺎﻟﻢ زور دى‬
‫ﭼﯥ ﭘﺮﯦﻮﺗﻰ ﻣﻮ ﭘﺮ ﻛﻮر دى‬
‫ﻳﻮه ﺑﺪه ﺷﺎن اروا ده‬
‫وﻳﺮووﻧﻜﯥ ﺧﭙﺴۍ ده‬
‫ﭼﯥ ﻣﯥ ﺳﺘﻮﻧﯥ ﺑﺎﻧﺪې ﻧﺎ ﺷﺘﻪ‬
‫اوزه ﻏږ واﻳﺴﺘﻠﻰ ﻧﻪ ﺷﻢ‬
‫ﺧﻮ ﭘﻪ زړه ﻛﯥ ښﻪ ﺑﻴﺪار ﻳﻢ‬
‫ځړوﻟﻰ ﻳﯥ ﭘﺮدارﻳﻢ‬
‫ﺧﻮﻟﻪ ﻻﺳﻪ ﻣﯥ ﻫﻴڅ ﻧﻪ ﺷﻲ‬
‫ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ځﺎن ځﻨﯥ ازاد ﻛړم‬
‫ﭼﺎﺗﻪ ﻛړﻣﻪ ګﺮﻳﻮان څﻴﺮې‬
‫ﭼﺎﺗﻪ ﺧﺎورې ﭘﺮ ﺳﺮ ﺑﺎد ﻛړم‬
‫ﻟﻮﻳﻪ ﺧﺪاﻳﻪ اوى وﻃﻦ ﻣﯥ‬
‫دژوﻧﺪﻳﻮ ادﻳﺮه ده‬
‫د ﭘﻮښﺘﻨﯥ ژﺑﻪ ﻣړه ده‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﺳﺘﺮګﯥ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﯥ زړه ﭘﻪ زړه ﭘﻮﻫﯧږي‬

‫ﭘــــــــــــــــﻪ اﺷﺎرو ﺳﺮه ﺑﺎ ڼﻪ ﭘﻮ ﻫﯧږ ي‬

‫اﺷـــــــــــــــــــــﻨﺎ ﺧﺒﺮه ﻟږ ﭘﺮده ﻛﻲ ﻛﻮه‬

‫ﻣﻠﻚ د ﭘـــــــــښﺘﻮ دى ﭘښﺘﺎ ﻧﻪ ﭘﻮﻫﯧږي‬

‫ﭼﯥ ﻣﺨﺎﻣـــــــﺦ ﺷﯥ ﻧﻮ د ﺷﻮﻧډو ﭘﺮ ﺳﺮ‬

‫ګﻮﻧګ ﺧــــــﻮ د ګﻮﻧګ ﭘﻪ ژﺑﻪ ﭘﻮﻫﯧږي‬

‫دى د ﺗﺴـــﭙﻮ ﭘﻪ زﻧځﻴﺮ ذﻛﺮ دې ﻛړي‬

‫زاﻫﺪ ﭘـــــــﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﺑﺎﻧﺪې څﻪ ﭘﻮﻫﯧږي‬

‫ﺗﺮ ﺑــــــــڼــــﻮ ﻻﻧﺪي ورﺗﻪ وواﻳﻪ ﺗﺶ‬

‫دا ﻛــــــــــﺎﻣﻪ وال ﭘﻪ رﻣﺎ زه ﭘﻮﻫﯧږي‬

‫‪١٣٧۵‬‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﻧﻮم د ﭘــــــښـــــﺘــــــــﻮ ﻣﯥ ﭘﻪ ﺗﻨﺪي وﻟﻴﻜﺊ‬
‫ﻳــــــــــﻮ څﻮ رازوﻧﻪ د زړګﻲ وﻟــــــﻴـــــﻜــــﺊ‬

‫ﭼﯥ اﻳﺮه ﺷﻮي د ﻟﻤﺒــــــــــــﻮ ﭘـــــــــﻪ څــﻮﻛﻮ‬


‫ﻫــــــــــﻐــــــــــــﻪ د ﻣﻴـــﻨﯥ ﺳﭙﯧﻠﻨﻲ وﻟﻴﻜﺊ‬

‫ﺑﺎڼﻪ دې ﭘﻮرﺗﻪ ښﻪ دې ښﻜﺘﻪ ﻳﯥ ﻧﻪ ﻛړې‬


‫د ﻳــــــــــﺎر ﻛــــــــﺎﺗـــــﻪ ﻫﻢ ﭘښﺘﻨﻲ وﻟﻴﻜﺊ‬

‫دزړه د ﻓــــــــــﺘﺮ ﻣـﻲ دى ﺧﻮر ﻛړى ورﺗﻪ‬


‫څﻪ ﻧﻨﻨﻲ‪ ،‬څﻪ ﭘـــــــــﺮوﻧــــــــــﻲ وﻟﻴــــﻜﺊ‬

‫ﭼـــــــــﯥ ﻛﺎ ﻣﻪ وال ﻳﯥ ﻟﯧﻮﻧﻰ ﻛړو راﺗﻪ‬


‫دا روغ ﻟــــــــــــــــﻪ ﻣﺨﯥ ﻟﯧﻮﻧﻲ وﻟﻴﻜﺊ‬

‫‪/١٣٧۵‬ﻛﺎﺑﻞ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﭘﻪ ﺣﺴﺎب ﺳﺮه ﺧﺒﺮي‬
‫ﻳﻢ ﺑـــــــــــــــــــــﻪ ﻟﻴﻮﻧﻰ ﺧﻮ ﭘﻪ ﺣﺴﺎب ﺳﺮه ﺧﺒﺮې ﻛړم‬
‫ځــــــــﻜـــــــــــﻪ د ﺗﺎرﻳﺦ ﻟﻪ ﻫﺮ ﻳﻮ ﺑﺎب ﺳﺮه ﺧﺒﺮې ﻛړم‬

‫ﻫﺎ ﭼﯥ ﻣﯥ ﺑﯥ دﻳﻦ او ﭘﻪ اﻳﻤﺎن ﭘﺴﯥ راﺧﻴﺴﺘﯥ ده‬


‫ځـــــــﻤــــــــــــﻪ ﻟﻪ ﻣﻤﺒﺮ او ﻟﻪ ﻣﺤﺮاب ﺳﺮه ﺧﺒﺮې ﻛړم‬

‫وﻣﯥ ﻟﻴﺪ ﻳــــﺎر ‪ ،‬زﻫﺪ‪ ،‬ﻗﺴﻢ دى ﭼﯥ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻧﻦ‬


‫ﻧﻦ ﺑـــــــــــــﻪ ﻟــــــــﻪ زاﻫﺪ ﺧﺎﻧﻪ ﺧﺮاب ﺳﺮه ﺧﺒﺮې ﻛړم‬

‫ﻻﻳﯥ ﭘـــــــــــــــــــﺮ اوږه ﭼﻲ د ﭘﺮد ﻳﻮ ﭘﺮون اﻳښﻰ و‬


‫د ﻏــــــﻮﻧﻘــــــــــــﺎب ﭘﻮﺷﻮ ﻟﻪ ﻧﻘﺎب ﺳﺮه ﺧﺒﺮې ﻛړم‬

‫وﻃـــــــــﻨﻪ ﭼﺎ ﭘﻪ ﻟﺮو‪ ،‬ﭼﺎ ﭘﻪ ﺑﺮوﺑﺎﻧﺪې ﺧﺮ څ ﻛړﻟﯥ‬


‫اﺣــــﻤﺪ ﻳﻢ ﻟﻪ ﻣﺴﻜﻮ اوﻟﻪ ﭘﻨﺠﺎب ﺳﺮه ﺧﺒﺮې ﻛړم‬

‫ﺗــــــــﺎرﻳـــــــﺦ د ﻫﻮﺗﻜﻴﺎﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﻟﻴﻜﻤﻪ ﺷﻨﺎﭘﻮرﻛﻲ‬


‫ﻣﺤﻤﻮد ﻳﻢ ﻟﻪ ﻛﺮﻣﺎن اوﻟﻪ ﻛﻮﻻب ﺳﺮه ﺧﺒﺮې ﻛړم‬
‫‪ /١٣٧٧‬ﺟﻼل آﺑﺎد‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻧﻴﻤ‪7/‬ی ﻏﺰل‬
‫ﻣﺤﻔﻞ ﻛﯥ د رﻧــــــﺪاﻧﻮ وار ﭘﻪ وار ﻛﯧږي ﺗﭙﻮس‬
‫ز ﻣــــــﻮږ ه د ﺧـــﻮاراﻧﻮ ﺧﻮ ﭘﻪ دار ﻛﯧږي ﺗﭙﻮس‬

‫ﭘﻪ ﺧﺪاﯦږو ﻧﻪ ﭘﻮﻫﻴږم ﭼﯥ ﭘﻪ څﻪ ګﻨﺎه ﻣﯥ وژﻧﻲ‬


‫زﻣــــــﺎ د ﻗـــــﺘـــــــﻠﻴﺪو ﭘﻪ ﻟﻮﻳﻪ ﻻر ﻛﯧږي ﺗﭙﻮس‬

‫ﻗـــــﺴــﻢ ﭼﯥ ﭼﺎﺗﻪ ﻧﻮم د ﻳﺎراﻧﯥ اﺧﻴﺴﺘﻰ ﻧﻪ ﺷﻮ‬


‫زﻣــــــــﻮږ ﺧــــﻮ ﻻ څـﻪ ﭼﯥ ﻟﻪ رﯦﺒﺎر ﻛﯧږي ﺗﭙﻮس‬

‫ﺟﻼل اﺑﺎد ‪١٣٧٨‬‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫'ﻠﻮرﻳﺰه‬
‫څـــــــــــــﻮ ﺑـــــﻪ دي د ﻇﻠﻢ دﻧﻴﺎ ګﻮرﻣﻪ‬

‫ځﻤﻪ ﺑــــــــﻴﺎ ﻓﺮﻋﻮن ﺗﻪ ﻣﻮﺳﻲ ګﻮرﻣﻪ‬

‫وژﻧﻲ ﻣﻲ ﭘﺨﭙﻠﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ځﺎن ﺑﺎﻧﺪي‬

‫زه ﻻورﺗــــــــــــــــﻪ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﺧﻨﺪا ګﻮرﻣﻪ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﭼــــــــﯥ ﺳــﻼ ﻳﯥ دې ﭘﯧﭽﻪ واړوﻟﻪ‬
‫ﺑــــﻴـــــﺎ دې ﭘـــــــﻪ ﻣﻮږ ﺗﻮﺑﻪ واړوﻟﻪ‬

‫ﭼﯥ دې ﭘﻪ ذﻛﺮ ﻛﯥ ﻏﻠﻂ ﺷﻮﻣﻪ زه‬


‫ژر ﻣــــﯥ د ﺳـــﻬـﻮې ﺳﺠﺪه واړوﻟﻪ‬

‫زاﻫﺪه ﻧﻮر ﻣـــﯥ ﺳﺘﺎﻟﻪ ﻻﺳﻪ ګﻮره‬


‫داﺧـــﭙـــﻠـــــــﻪ ﻻره ﻛــــﻮڅﻪ واړوﻟﻪ‬

‫ﻧﻦ ﻛﺎﻣﻪ وال د ﺧﭙﻞ ﻗﻠﻢ ﭘﻪ څﻮﻛﻪ‬


‫د زوز ورو ﻛـــﻌـــﺒـــــــﻪ واړوﻟــــــﻪ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻳﺎران‬
‫ﭘـــــــﻪ ﻏــــــټـــــــــﻮ ﻏــــټـﻮراﺗﻪ وﻳﻨﻲ ﻳﺎران‬

‫وﻟﻲ داڅﻮﻣﺮه ﺷﻮه ﺑﻲ ﻣﻴﻨـــــــــــــﻲ ﻳﺎران‬

‫څﻮﻣﺮه ﻛﻪ وګﺮځﻴﺪم ښـــــــــﻜــــﺘــــﻪ ﭘﻮرﺗﻪ‬

‫ﭘﻴﺪاﻣﯥ ﻧﻪ ﻛړل څﻮرښﺘـــــــــــــــــﻴﻨﻲ ﻳﺎران‬

‫ﭼﯥ ﭘﻪ ژوﻧﺪون راﺗـــــــــــــــــــﻪ وﻧﻪ رﺳﻴﺪل‬

‫ﺗﺶ ﻳﺎدوي ﻣﻲ اوس ﭘــــــﻪ ﻣړﻳﻨﯥ ﻳﺎران‬

‫ﻟﻪ وﯦﺮې ﻏږاﻳــــــــــــﺴﺘــــــــــﻠﻰ ﻧﺸﻢ ﺧﻠﻜﻪ‬

‫ﭘښﻲ اوس ږدي زﻣــــــــﺎﭘﺮﺳﺘﻮﻧﻲ ﻳﺎران‬

‫دﻧـــــــــﻮرو دردﺗــــــــــــﻪ ﺑﻪ ﺷﻲ څﻨګﻪ دوا‬

‫ګﺮځﻲ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﻨځ ﻛﻲ ﺧﻮاﺷﻴﻨﻲ ﻳﺎران‬

‫ﻟـــــــږڅﻪ اﻧﺼﺎف ﺧﻮورﺗﻪ ورﻛړې ﺧﺪاﻳﻪ‬

‫ﭘــــــــــﻪ ﻛـــــﺎﻣﻪ وال ﻛﻮي ﻧﺎﺷﻮﻧﻲ ﻳﺎران‬

‫ﻣﺎﺳﮑﻮ ‪١٩٩۶‬‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﺧــــﻴـــــﺮ ﻛــــﻪ زﻣﺎ ﭘﻪ ﻛﯥ ﺗﺎوان دى اﺷﻨﺎ‬
‫ډﻳــــﺮ دې ﺧﺎﻃﺮ راﺑﺎﻧﺪې ګﺮان دى اﺷﻨﺎ‬

‫څـــــــــﻪ ګــــــــــــﻮزاره راﺳــــــﺮه وﻛړه ګﻠﻪ‬


‫اوس ﺧﻮ دﻳﺪن ﻳﻮ څـــــﻪ ارزان دى اﺷﻨﺎ‬

‫ﭘﻪ ﻣﻮږه څﻪ ﻗـــــﺤﻄﻲ راښﻜﺘﻪ ﻛړي ﺑﻴﺎ‬


‫ﭘــــــﺮ ﻧــــــــﻮرو څـﻮﻣﺮه ﻣﻬﺮﺑﺎن دى اﺷﻨﺎ‬

‫ﻛــــــﻠـــــــﻪ ﻏــــــﻮﺳﻪ ﻛﻠﻪ ﺧﻮﺷﺎﻟﻪ وي دا‬


‫ﻛـــــﻠـــــﻪ ږﻟــــــۍ ﻛــــــﻠﻪ ﺑﺎران دي اﺷﻨﺎ‬

‫ﺑــــــﺲ دى ﻫﻤﺪوﻣﺮه ﺳﺘﻢ ﺑﺲ دى ﺻﻨﻢ‬


‫دا ﻛﺎﻣﻪ وال ﻫـــــــــﻢ ﻣـــﺴﻠﻤﺎن دي اﺷﻨﺎ‬

‫‪ ١٩٩۶‬ﻣﺎﺳﻜﻮ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﭼﯥ د ﭘــــﻴﻤﺨﻮ ﻣﯥ رﺧﺴﺎر وﻟﻴﺪه‬

‫زړګـــــــــﻴﻪ ﺑﻴﺎ ﻣﯥ درﺗﻪ ﻛﺎر وﻟﻴﺪه‬

‫څــــــــــــﻪ دازل څﻪ دﻧﺼﻴﺐ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ‬

‫ژوﻧـﺪ ﻣﯥ ﭘﺮﺧﭙﻠﻮ اوږو ﺑﺎر وﻟﻴﺪه‬

‫ﻣــــﺎ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺧﻴﺎل ﻛﯥ ﺗﺼﻮر ﻛﻮﻟﻮ‬

‫ﻧـــــــﻦ ﻣﯥ ﻫﻤﺎ ﻏﺴﯥ رﻓﺘﺎر وﻟﻴﺪه‬

‫ﺷﯥ ﺑﻪ ﺣﺮام ﭘﺮې د د وزخ اوروﻧﻪ‬

‫ﭼـــﺎ ﻛـــــــــــﻪ دﻫﻐﻪ زﻟﻔﻮ ﺗﺎر وﻟﻴﺪه‬

‫ﺷـــــــﻪ ﻣــــــــﺒﺎرك ﻣﻮ ﻟﻴﻮﻧﻮ ﻳﺎراﻧﻮ‬

‫ﻧﻦ ﻣﯥ ﭘﻪ ﺗﺎ ﺳﯥ ﻛﯥ ﺳﺎﻻر وﻟﻴﺪه‬

‫‪/١٩٩۶‬ﻣﺎﺳﻜﻮ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫د وﻃﻦ ﭘﻪ ﺳﺮ‬
‫ټﻮل ﻣـــﯥ ﭼﯥ ﻳﺎران دي د ﻛﻔﻦ ﭘﻪ ﺳﺮ‬
‫ګــــــــــــﻮري ﻣﯥ زﺧﻤﻮﻧﻪ د ﺑﺪن ﭘﻪ ﺳﺮ‬

‫ﭘﺎم ﻛـــــــــــﻮي ﭼﯥ ﻣﺎ ﭘﺴﯥ وﻧﻪ ژاړي‬


‫زه ﻳـــــــــــﻢ ﭘﻪ دار ﺷﻮى د وﻃﻦ ﭘﻪ ﺳﺮ‬
‫ﻣﻪ ﻛﻮى ﭼﯥ ﺳﺮ ﺑﺎﻧﺪې ﻣﯥ ښﻲ ﻟګﻲ‬
‫ﺗــــــــﻮرې ﺧﻮ ورﻳږې د ﺗﻮرزن ﭘﻪ ﺳﺮ‬
‫ګﻮر ګــــــﻴﻦ او ﻛﻪ ﻣﻐﻞ ده ګﺮﻣﻪ ﻛړې‬
‫ﻟـــــــــــﻮﺑـــــﻪ د وﺣﺸﺖ د ﻗﻄﻐﻦ ﭘﻪ ﺳﺮ‬
‫ﭼﯧﺮﺗﻪ ﻳۍ ﺑﻮرا ګﺎﻧﻮ ﺗﺎﺳﻮ ﭼﯧﺮﺗﻪ ﻳﯥ‬
‫ګــــﺮځﻲ ګﻮﻧګﻮټﺎن ﻣﻮ د ﭼﻤﻦ ﭘﻪ ﺳﺮ‬

‫اور دې ﻟــــــــګـــﺎوه د ﺧﭙﻠﻪ ﻻﺳﻪ ﭘﺮې‬


‫ﺳﻮزه ﻛﺎﻣـــــــــــﻪ واﻟﻪ د ﺧﻮږﻟﻦ ﭘﻪ ﺳﺮ‬
‫‪ ١٩٩۶‬ﻣﺎﺳﻜﻮ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﺗــــــــﺶ ورﺗـــــﻪ دﻣﻴﻨﯥ ﻳﻮﻧﻈﺮوړﻣﻪ‬

‫ﻋﺸﻘـــﻪ دا ګﻨﺎه ﺑﻪ دې ﭘﻪ ﺳﺮ وړﻣﻪ‬

‫ﺗـــــــﻪ ﭘـــﻜﯥ ﺧﻴﺮات دﺣﺴﻦ واﭼﻮه‬

‫دادﻣـــــﻠـــﻨګۍ ﻛﭽﻜﻮل ﺑﻪ دروړﻣﻪ‬

‫ﻣــــﺎﺗــــﻪ ﻟﻪ ﻧﻜﻴﺮ ﻣﻜﻴﺮ څﻪ وﻳﺮه ده‬

‫زه ﭼــــــﻪ ﭘﻪ ګﻮﻟﻮ ﺳﻮرى ټټﺮ وړﻣﻪ‬

‫ﺧﺪاﻳـــــــږو ﻧﻮ ره ﻣﻴﻨﻪ دﭼﺎ ﻧﻪ ﻣﻨﯥ‬

‫ﺗـــــــــﺶ ﭘﺮى څﻮ ﻧﺎزوﻧﻪ ددﻟﺒﺮ وړه‬

‫وﻳﺮ ﭘﻜﻰ ﻧﻐﻤﯥ دﻣﻠﻨګ ﺟﺎن ﻛﻮې‬

‫ﻛــــــﻠﻪ ﭼﻪ رﺑﺎب ﺗﻪ ګﻮﺗﻰ وروړﻣﻪ‬

‫دى ﻟـﻴﻮﻧﯥ ﺳﺮﻛﯥ ﺑﻞ څﻪ ﻧﻪ وړﻣﻪ‬

‫ﺳـــﺘــﺎ دﻟﻴﻮﻧﺘﻮب ﭘﻜﯥ اﺛﺮ وړﻣﻪ‬

‫‪ /١٩٩٨‬ﻣﺎﺳﮑﻮ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫د ﻋﺸﻖ ﺟﺬﺑﻪ‬
‫ﭼﻲ د ﻋﺸﻖ ﺟﺬﺑﻪ ﻳﯥ ﻧﻪ وي ﭘﻪ رګﻮﻛﻲ‬

‫ﻫﻐﻪ واړه ﺣـﺴﺎب ﺷﻮي دي ﭘﻪ ﻣړوﻛﻲ‬

‫د ﻳــــــــــــــﻮرپ ﻧﺎزك ﺑﺪﻧﻪ ﺑﻪ زه څﻪ ﻛړم‬

‫ګﺮځﻴﺪاي د ﺧﭙﻞ وﻃﻦ ﭘﻪ ﻏﺮو رﻏﻮﻛﻲ‬

‫ﻣــــــــﺎﺗﻪ واړه ﻟﻜﻪ ګﻮﺗﻲ د ﻳﻮ ﻻس دي‬

‫ﻛــــــــﻠــــﻪ ﻓﺮق ﺷﺘﻪ ﻟﺮوﺑﺮو ﭘښﺘﻨﻮ ﻛﻲ‬

‫راﺗﻪ ښـــــﻜﺎري د ﺟﺎﻧﺎن ﺣﺴﻦ ﻧﻈﺮ دي‬

‫ﻛﺎﻣﻪ وال ﻳﯥ ﭼﻲ ﺷﻤﻴﺮﻟﻲ ﭘﻪ ﺳړوﻛﻲ‬

‫‪/١٩٩٨‬ﻣﺎ ﺳﻜﻮ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫د ﭘ‪+‬ﺘﻮ ژﺑ‪ 3‬د ﻓﻠﺴﻔﻲ ﺷﺎﻋﺮ ﻏﻨﻲ ﺧﺎن )ﻏﻨﻲ ( د ﻳﻮې ﻏﺰﻟ‪ 3‬ﭘﻪ‬
‫اﻟﻬﺎم‬

‫داﻋﺎﺷــــــــــــــﻮرا ﻛﻪ ﻣﺤﺮم ﺗﯧﺮه ﺷﻮه‬


‫د اﺧﺘﺮ ﺷﭙــــــﻪ زﻣﻮږ ﭘﻪ ﻏﻢ ﺗﯧﺮه ﺷﻮه‬

‫د ﻛــــــــــﺮ ﺑــــــﻼ ﻗﺎﺗﻞ ﺧﺠﻞ ﺷﻮ ورﺗﻪ‬


‫ﭼﯥ ﻛـــــــــﻮﻣﻪ ﻟﻮﺑﻪ ه دې ﭼﻢ ﺗﯧﺮه ﺷﻮه‬

‫ﭼﺎ د ﻛــــــــــﻮڅﻮ ﺧﺎورو ﻛﯥ ﺗﯧﺮه ﻛړﻟﻪ‬


‫ﭘﻪ ﭼــــــــــــﺎﻣﺤﻞ ﻛﯥ ﭘﻪ ﺣﺮم ﺗﯧﺮه ﺷﻮه‬

‫ﺗﻠﻪ ﭼــــــــــــﯥ ﻛﻨﻌﺎن ﺗﻪ د ﻳﻮﺳﻒ ﻗﺎﻓﻠﻪ‬


‫ﭘــــــــــﻪ ﺳــــــﺨﺘﻪ ﻻره د ﻋﺠﻢ ﺗﯧﺮه ﺷﻮه‬

‫ﺷﻴﺦ د ﺟﻮﻣﺎت ﻣﺤﺮاب ﻛﯥ ﺗﯧﺮه ﻛړﻟﻪ‬


‫ﺷـــــــﭙﻪ د ﺳﺎﻗﻲ ﭘﻪ زﻳﺮ او ﺑﻢ ﺗﯧﺮه ﺷﻮه‬

‫د ﺧــــــﻮب ﻟﻴﺪه وو ﻛﺎﻣﻪ واﻟﻪ ﺧﺪاﯦږو‬


‫ښـــــﻜــــﻠﯥ ځﻮاﻧﻲ ﭘﻪ ﻳﻮه دم ﺗﯧﺮه ﺷﻮه‬

‫ﻣﺎﺳﻜﻮ ‪ ١٩٩٨‬د ﻟﻮى اﺧﺘﺮ ﺷﭙﻪ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻫﻐﻪ ﭼﺎﺗﻪ ﭼ‪ 3‬ﭘﻪ ژوﻧﺪ ﻧﻪ ﻫﻴﺮ‪84‬ي‬

‫ﻛﻪ څــــﺮ ګﻨﺪ ﻳﯥ ﭘﻪ دﻧﻴﺎ ﻣﺘﯥ ﻗﺪم ﺷﻲ‬


‫د دﻧـــــــﻴــــﺎ ﺧﻠﻚ ﺑﻪ واړه ورﺗﻪ ﺗﻢ ﺷﻲ‬

‫ﭼــــﯥ ﺑﻪ ﻧﻪ ﻟﻴﻜﻲ ﻃﻔﺖ دا ﺳﺘﺎ دﺣﺴﻦ‬


‫ﭘـــﻪ ﻻ ﺳﻮﻧﻮ ﻛﯥ دې ﻣﺎت زﻣﺎ ﻗﻠﻢ ﺷﻲ‬

‫ﻧــــــــﻮر ﺑﻪ ﻏﻮره ﺑﻠﻪ ﻻ ره ﭼﯧﺮ ﺗﻪ ﻧﻪ ﻛړي‬


‫ﻛﺎﻣﻪ وال ﻛﻪ ﺳﺘﺎ د ﻛﻮر ﭘﻪ ﻻره ﺳﻢ ﺷﻲ‬

‫ﻓﺮﻳﺎزﻳﻮا‪ ،‬ﻣﺎﺳﻜﻮ ‪١٩٩٩ ،‬‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﻟﻜﻪ ﻣــــــﯥ ﺳﻴــــــﻮرى ﭘﻪ ﻗﺪم روان دى‬

‫داﺷـــــﻨﺎ ﻏﻢ راﺳـــــﺮه ﺳــ‪+‬ــــــﻢ روان دى‬

‫ﻳﺎراﻧﻮ ﭘﺮﻳښﻮ د م ﭘــــــﻪ ﻧﻴــــﻤﻪ ﻻر ﻛﯥ‬

‫راﺳﺮه ﻣـــــﻞ دا ﺧــــﭙــﻞ ﻗــﻠـﻢ روان دى‬

‫ﻛـــــﻠـــﻮﻧـــﻪ وﺷﻮل ﭼﯥ زﻣــﻮږ ﻛﻠﯥ ﻛﯥ‬

‫درﻗـــــﻴــﺒــﺎﻧــﻮ دا ﺳـــــــــﺘــــﻢ روان دى‬

‫دﺧﻮ ﺷﺤﺎﻟۍ ﺷﻴﺒﻮ ﺗـــــــﺮى ﻛډه ﻛړې‬

‫زور دوﺣﺸﺖ ﭘﻪ زﻳــﺮ او ﺑﻢ روان دى‬

‫ﭘــــﻜــــــــﯥ اوﺳﻴـــږې دادﭼﺎ ﻳــــﺎدوﻧﻪ‬

‫ﭼــــــﯥ ﻣﯥ ﻟﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ورﺗﻪ ﻧﻢ روان دى‪.‬‬

‫د اوﻛﺮاﻳﻦ او روﻣﺎ ﻧﻴﺎ ﭘﺮ ﭘﻮﻟﻪ ‪١٩٩٩‬‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫‪-‬ﻮدر او ﻣﻮرﭼﻞ‬
‫ﻣــــــﺴـﺎ ﭘﺮ ﻳﻢ ﻣﺎ ﻛﺎﺑﻞ وﻃﻦ ﺗﻪ ﻳﻮ ﺳﺊ‬

‫ﺟـــﻨﺎزه ﻣﯥ ګﻮرى ﺧﭙﻞ وﻃﻦ ﺗﻪ ﻳﻮﺳﺊ‬

‫اوﭼﺖ ﻏﺮوﻧﻪ ﻳﯥ ﻟﻪ وراﻳﻪ ﺧړ ښﻜﺎرﯦږي‬

‫ﻫﺴﯥ ﻧﻪ ﭼﯧﺮې ﻣﯥ ﺑﻞ وﻃﻦ ﺗﻪ ﻳﻮﺳﺊ‬

‫ﭘﻪ دې ﺧﻠـــــﻜﻮ ﻣﯥ ﻫﻴڅ ﻣﻴﻨﻪ ﻣﺎﺗﻪ ﻧﻪ ﺷﻮه‬

‫ﻣﺎ ﺷﻤﻠﻮ او د ﭼـــﺎر ګﻞ وﻃﻦ ﺗﻪ ﻳﻮﺳﺊ‬

‫ﭼﯥ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﻳﯥ ﻣﻐﻞ اﻧګﺮﻳﺰ ﻛﻴﺴﯥ ﻛړې‬

‫ﻣﺎ ﺧﻮﺷﺎل او د اﻳــــﻤﻞ وﻃﻦ ﺗﻪ ﻳﻮﺳﺊ‬

‫دا ﭘﯧﻤﺨﻲ دې ﭘـــــــﺮ ﺗﺎﺳﯥ ﻣﺒﺎرك وي‬

‫ﻣﺎ ﺳﭙﯧڅﻠﻲ او ﺷــــــډل وﻃﻦ ﺗﻪ ډوﺳﺊ‬


‫ﭼﯥ ﭘﺮﻫﺮ ﻣﯥ د زړګــﻲ ﭘﻜﯥ ټﻜﻮر ﺷﻲ‬

‫ﻣـــــﺎ ګﻮدر او د ﻣﻮر ﭼﻞ وﻃﻦ ﺗﻪ ﻳﻮﺳﺊ‬

‫ﺧـــﻠﻜﻪ ﺳﺘﺮګﯥ ﺑﻪ ﻣﯥ ﻫﻠﺘﻪ ﺳﺮه ورﺷﻲ‬

‫ﻣـﺎ زﺧﻤﻲ زﺧﻤﻲ ګﻮګﻞ وﻃﻦ ﺗﻪ ﻳﻮﺳﺊ‬

‫دا وﺻﻴﺖ ﻣﯥ ښﻪ د زړه ﭘﻪ ﻏﻮږو واورئ‬

‫ﻛــﺎﻣﻪ وال ﺑﻪ د ﻏﺰل وﻃﻦ ﺗﻪ ﻳﻮﺳﺊ‬

‫ﻟﻨﺪن ‪٢٠٠٠‬‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫د ﻟﻮی ‪$‬ﻮان ﻧﺬر‬
‫ﻧﻦ ﻣﯥ ﭘﻪ درﺑﺎر ﻛﯥ د ﻟﻮى ځﻮان ﻧﺬز ﻣﻨﻠﻰ دى‬
‫ﺧﺪاﻳـــــــــــــــږو ﻣﺎ ﭘﻪ ﺳﺮ ﻧﻦ د ﺟﺎﻧﺎن ﻧﺬر ﻣﻨﻠﻰ دى‬
‫ﻳﺎراﻧﻮ ﻣـــــــــﺨﻜﯥ ګﻮرئ ﭼﻲ ﺗﺎ ﻻر درځﻨﯥ ﻧﻪ ﺷﻲ‬
‫رﻗــــــــﻴـــــــــــــﺐ د ﻳﺎر ﭘﻪ څڼﻮ د ﺗﺎﻻن ﻧﺬر ﻣﻨﻠﻰ دى‬
‫ډاﻟۍ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻛړم ﻏﺎزﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ د ﺧﺪاى ﭘﻪ رﺿﺎ ﺧﻠﻜﻪ‬
‫ﻣـــــــﺎ د ﺧــــــﭙــــﻞ وﻃﻦ ﭘﻪ ﺳﺮﭘﻴﺰوان ﻧﺬر ﻣﻨﻠﻰ دى‬
‫ﻣـــــــﻨـــــــــﺰل ﺗــــــــﻪ ﻗﺎﻓﻠﻪ ﺑﻪ د ﻳﻮﺳﻒ څﻨګﻪ ﻧﻪ رﺳﻲ‬
‫ښـــــﻜـــــــﻠــــــــﯥ زﻟﻴﺨﺎ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻛﺎروان ﻧﺬر ﻣﻨﻠﻰ دى‬
‫ﺑﻴﺎ ﺑﻪ ﻣــــــــــﯥ ﺷﻤﻠﯥ د ﻟﺮ او ﺑﺮ ﭘﻪ ﺳﺮو ﻫﺴﻜﯥ ﺷﻲ‬
‫ﻣﻼ ﻟــــــــــﻮ ﭘﻪ ﺟﺮ ګﻪ د ﻣﻴﺮوﻳﺲ ﺧﺎن ﻧﺬر ﻣﻨﻠﻰ دى‬
‫ځـــﺊ د دوى ﭘﻪ وﻳﺮ د ﺧﻮﺷﺎﻟۍ ﺟﺎﻣﻮﻧﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړو‬
‫دوى زﻣـــــــــﻮږ ﭘـﻪ ﻣﻨځ ﻛﻲ د ﺧﻔګﺎن ﻧﺬر ﻣﻨﻠﻰ دى‬
‫ﺑﻴﺎ ﺑﺒﺮ ﺳﺮوﻧــــــــــﻪ راښﻜﺎره ﺷﺎړو ﻛﻮ څﻮ ﻛﯥ ﺷﻮل‬
‫ﭼــــــــﺎ د ﻟــــﻴــــﻮ ﻧــــــــﻴـــــﻮ ﭘﻪ ګﺮﻳﻮان ﻧﺬر ﻣﻨﻠﻰ دى‬
‫ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړئ ﻻﺳـــــــــﻮﻧﻪ‪ ،‬ﺷﺊ اﷲ ﺗﻪ ﭘﻪ زارۍ زارۍ‬
‫ﻣﻮږ د ﺑﻴټ ﻧﻴﻜﻪ ﭘـــــــــﻪ د ﺳﺘﺮ ﺧﻮان ﻧﺬر ﻣﻨﻠﻰ دى‬
‫ټﻮل ﻣﯥ ﻧــــــــﻨـــــــــــﺪارې ﺗﻪ د ﻧړۍ ﺧﻠﻚ راووځﺊ‬
‫ﻗﺴﻢ ﭼﯥ ﻛﺎ ﻣــــــــﻪ وال ﭘﻪ دې ارﻣﺎن ﻧﺬر ﻣﻨﻠﻰ دى‬
‫‪،١١/١١/٢٠٠٠‬ﻟﻨﺪن‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫د ﻟﻴﻮﻧﺘﻮب اﺛﺮ‬
‫ﭘﻪ ﺗﻨﺪي ﺧﺎل ﭼﻲ د دﻟﺒﺮ ښـــــــــﻜـــــــﺎره ﺷﻲ‬
‫ﻟﻜﻪ ﺑﻼل ﭼﯥ ﭘﻪ ﻣﻤﺒﺮ ښــــــــــﻜـــــــــﺎره ﺷﻴﺒﻪ‬
‫څﻮﻣﺮه ښﺎﻳﺴﺘﻪ وي ﺧﺪاﻳږو ﻫـــــــﻐـــــﻪ ﺷﻴﺒﻪ‬
‫د ﭘﻠﻮ ﻻﻧﺪې ﭼﯥ ﻧﻈﺮ ښـــــــــــــــــﻜــــــــﺎره ﺷﻲ‬
‫ﺳﺘﺎ د ﺳﺘﻢ ﻣﺎڼــــــــــــــۍ ﺑـــــــــــــــــــــﻪ وﻟړزوي‬
‫د ﻟﻴﻮﻧﺘﻮب ﻛﻪ ﻣــــــــــــــﯥ اﺛـــــــــﺮ ښﻜﺎره ﺷﻲ‬
‫وﻃـــــــــــﻨــــــــــــﻪ ﺳـــــــــﺘــــــــــــﺎ ﻣﻴﻨﻪ ﺑﻪ وګټﻤﻪ‬
‫ﭼﻲ ﺳﺮې ﺟﻨډې ﻣﯥ ﭘﺮ ﺳﭙﻴﻦ ﻏﺮ ښﻜﺎره ﺷﻲ‬
‫ﺑــــــــــﺮداﻣــــــــــﻮ ﺗـــــــﺮ آﺑــــــــــﺎﺳـــــﻴــــﻨﻪ ﭘﻮري‬
‫اﻓﻐﺎن ﭘﻪ ﺑﻴﺎ ﻟﻜﻪ د ﻟﻤﺮ ښﻜــــــــــﺎره ﺷــــــــــــــﻲ‬
‫ﺷﻲ ﺑﻪ راټﻮل ﻳﯥ ﻧــــــــﻨــــﺪاري ﺗــــــــــــــﻪ ﺧﻠﻚ‬
‫د ﺗﻮﻣﺘﻮ ﻛﻪ ﻣﯥ د ﻓﺘﺮ ښـــــــﻜــــــــــــﺎره ﺷــــــــﻲ‬
‫دﺑڼﻮ ﻧښﻲ ﭘـــــــــﻜـــــﻲ ﭘــــــــــﺎ ﺗـــــــــــــــﯥ دي ﻻ‬
‫ﻛﻪ ﻣﯥ داﻏــــــــــﻮﻧـــــــــــﻪ د ځــﻴګﺮ ښﻜﺎره ﺷﻲ‬
‫ﻛﺎ ﻣﻪ وال ﻟﻮى ﻧـــــــــــﺬر ﻣـــــــــﻨــــــﻠﻰ ﺧﺪاﻳږو‬
‫آﭘـــــــــښـــــﺘــــﻨـــــــــﯥ ﻛﻪ ﭘﻪ ګﻮدر ښﻜﺎره ﺷﻲ‬
‫ﭘﺎرﻳﺲ ‪٢٠٠٠‬‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﻗﺒﺮﻣﯥ ﻧﺸﺘﻪ زﻣـــــــــــــﺎګﻮر ﻧﺸﺘﻪ دې‬

‫زه ﻣﺴﺎﻓﺮ ﻳﻢ زﻣــــــــــــﺎ ﻛﻮر ﻧﺸﺘﻪ دې‬

‫زړګﻴﻪ ځﻪ ﭼﻰ ﺑـــــــــــﻰ ګﻮدره ګډ ﺷﻮ‬

‫زﻣﻮږه ﻻر ‪ ،‬زﻣــــــــــﻮږه ﻟﻮر ﻧﺸﺘﻪ دې‬

‫ﻟﻪ اﺻــــﻔـــــﻬــــــــﺎﻧﻪ ﺗﺮ ډﻫﻠﯥ ﭘﻮرى ﺑﻪ‬

‫ﭼﻪ ﭼﻠﻴﺪه اوس ﻫــــﻐﻪ زور ﻧﺸﺘﻪ دې‬

‫دا ﺗـــــــــــــــــــﻮﻣﺘﻮﻧﻪ درﻗﻴﺐ دې ﻗﺴﻢ‬

‫زﻣﺎ ﭘـــــــــــﺮ ﺳﭙﻴﻨﻪ ﻟﻤﻦ ﺗﻮر ﻧﺸﺘﻪ دې‬

‫ﭼﻪ ﺳﭙﻴـــــﻠﻨﯥ ﻏﻮﻧﺪى ﻟﻮګﯥ ﺷﻢ ورﺗﻪ‬

‫ﺳﺘﺎ ﭘﻪ ﻛﻮڅﻪ ﻛﯥ ﻫﻐﻪ ﺷﻮر ﻧﺸﺘﻪ دى‬


‫ﭼـــــــــــــــــــﻪ رﻏﻴﺪه ﭘﺮى ﭘﺮﻫﺮوﻧﻪ دزړه‬

‫اوس ﻫﻐﻪ ﺳﻴﺎل ﻫﻐﻪ ټﻜﻮر ﻧﺸﺘﻪ دې‬

‫ﭘــــــــﻪ روغ زړګﯥ ﺷﯥ ﻛﺎﻣﻪ واﻟﻪ ﺧﻨﺬا‬

‫ﻧﻮر ﻣﯥ ﭘﻪ زړه ﻛﯥ ﻫﻐﻪ زور ﻧﺸﺘﻪ دې‬

‫ﺑﻴﻠﺠﻴﻢ ‪٢٠٠٠‬‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫'ﻠﻮرﻳﺰه‬
‫د ﻟـــــﻨــــــــــــﺪن دا ﻣﺤﻠﻮﻧﻪ ﻛﻪ ﺑﻨګﻠﻲ دي‬

‫ﻣــــــــــﺎﺗــﻪ ﻏﻮره د وﻃﻦ ﺷﺎړي ﻛﻮڅﻲ دي‬

‫ﺳﭙﻴﺮه ﻛﺎڼﻲ د ﺳﭙﻴﻦ ﻏﺮ ﺑﻪ ﭘﺮي ورﻧﻪ ﻛړم‬

‫ﻟــــــــــــــﻮړ ﺑﺮﺟﻮﻧﻪ د ﺟﺮﻣﻦ ﻳﺎ ﻓﺮاﻧﺴﻲ دي‬

‫‪/٢٠٠٠‬ﻟﻨﺪن‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫اﻟﺰام‬
‫ﺗﻮر ﺧﺎل دې ﭘﻪ ﺗﻨﺪې ﻛﯥ داﺳﻼم ﻧﻴﻮﻟﻰ دى‬

‫دا زه ﻳﯥ ﻣــــﻘﺘﺪې ‪ ،‬دى ﻣﯥ اﻣﺎم ﻧﻴﻮﻟﻰ دى‬

‫ﻃــــﺎ ﻟــــــــﺒــــــــــــﻪ څڼﻪ وره ﻗﺮأت ﭘﻪ ﺑﻴړه واﻳﻪ‬

‫ځﻮ ﻣــــــــﻮږ ﭼﻴﺮﺗﻪ دﻣﻴﻨﯥ اﻫﺘﻤﺎم ﻧﻴﻮﻟﯥ دى‬

‫ﭘښﺘﻮن ﻳﻤﻪ ﻣﺤﺸﺮﻛﻰ ﺑﻪ ﻫﻢ ﻫڅﻜﻪ ﻏﺎړه ځﻢ‬

‫ﺑـﻴﺮغ ﻣﯥ ﭘﻪ ﻻ ﺳﻮ ﻛﯥ دﺧﭙﻞ ﻗﺎم ﻧﻴﻮﻟﻰ دى‬

‫ﺗــــﻨﺪه د ﻣﻮد و ﺑﻪ ﻣﯥ ﻗﺴﻢ دې ﻧﻦ ﺷﯥ ﻣﺎﺗﻪ‬

‫ﺟـــــــﺎﻧـــﺎن ﭘﻪ ﻧﺮﻳﻮ ګﻮﺗﻮ راﺗﻪ ﺟﺎم ﻧﻴﻮﻟﻰ دى‬

‫ﻳﺎراﻧـــــــﻮ ﻛﺎﻣﻪ وال ځﻨﯥ ﺧﺒﺮ ﺷﻮئ او ﻛﻪ ﻧﻪ‬

‫ﻧﻦ ﺑﻴـــــﺎ ﻳﯥ دﻛﻮم ښﻜﻠﻰ ﭘﻪ اﻟﺰم ﻧﻴﻮﻟﻰ دى‬

‫‪/٢٠٠١‬ﻟﻨﺪن‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﭘــﺴﯥ راﺧـــﻴـــﺴﺘــــــﻰ ﭘﺎن ﺗﻮ زﻣﺎﻧﯥ د‬

‫ﺷــﻮﻟﻪ دره ګﻮ ﺑـــﻰ ﻻړه ﻣـــــﻮ ﺑــــــﻴـــړې‬

‫ﺧﺪاﻳږو وو ﻧﻪ ﭘﻜﯥ ﻣﻮ ﻧﺼﻴﺐ ﻗﺴﻤﺖ‬

‫ﺷـــﻮﻟﻪ ﻣﻘﺮره ﺧــﺪاﻳﻪ ﻟــــــــﻪ ﺗـــــﻪ ﻣـــﻮږ‬

‫ورﺗـــــﻪ ﻟﻴږﻟﯥ ﻣﯥ ﻧــــــﻨـــــــــﻮاﺗــﻮ ﭘــــــﻪ‬

‫ﺷﻮﻟــﻪ اﺛــﺮه ﺑــــــــﻰ ﻣﻰ ﺟﺮګﻪ ښﻜﺎرې‬

‫وى ﻧــــﻪ وروړى ﻫﻢ ﺷﻮﻧډې ﻻ ﺧﻮ ﻣﺎ‬

‫ﺷـــــــــــﻮﻟـــــــــﻪ ژرﻣﺮوره ﺳﺎده ﻫـــــــﻐﻪ‬

‫ﻧﺎوﻛـۍ دښــﺎﻳﺴﺖ دﻣـــﻴــﻨﯥ زﻣـــــــــﺎ‬

‫ﺷــــﻮﻟـــــﻪ دره درﭘﻪ ﻛﯥ څﻮ ﻛﻮ ﭘﺮدو‬

‫ﻟﻨﺪن‪٢٠٠١/‬‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﻧﻦ ﻣﯥ ﻟږ ﭘﺮﻳږده ﭼﻪ ﻣﺎ ښﺎم وﻳــــﺪه ﺷﻢ‬

‫ﭼﯥ ﭘﻪ ﻏﻤﻮﻧﻮ ﻛﯥ دﻗﺎم وﻳــــــــــــــﺪه ﺷﻢ‬

‫ﺟﺎﻧﺎﻧﻪ ﻫﻐﻪ ورځ ﺑﻪ ﻛـــــــــــــﻠــــــــــﻪ راﺷﯥ‬

‫ﭼﯥ ﺳﺘﺎ دﺳﺮو ﺷﻮﻧډو ﭘﻪ ﺟﺎم وﻳﺪه ﺷﻢ‬

‫ﻗـــــﺴـــﻢ ﭘﻪ ﺧﺪاى ﺷﭙﻪ دﺷﻮ ﻗﺪر ﺑﻪ وې‬

‫ﭼـــــــــﯥ ﺳﺘﺎ دڅڼﻮ ﭘﻪ ﺗﻮر دام وﻳﺪه ﺷﻢ‬

‫ﭼـــــــــــﯥ دﻣـﺎﻟﺖ ﺧﻠﻚ راټﻮل وې ﭘﺮﻣﺎ‬

‫ﺳﺘﺎ دﻛﺎﻟﻪ ﻣـــــﺨﻜښﯥ ﺑﺪ ﻧﺎم وﻳﺪه ﺷﻢ‬

‫رﺳــــــــــــﯥ ﻣــــــﻨـــــــــــﺰل ﺗﻪ ﻗﺎﻓﻠﻪ ﺑﻪ زﻣﺎ‬

‫ﻛﻪ دﺣﺎ ﻻﺗﻮ ﭘـــــــــــــــــﻪ اﻧﺠﺎم وﻳﺪه ﺷﻢ‬


‫ﭘﺮﻳږده ﭼﯥ وﺋﯥ څﻜــــــــــــﻢ ﭘﻪ ﻟﭙﻮ ﻟﭙﻮ‬

‫ﭼﯥ ﻣﻮده ﭘﺲ ﻟﻜﻪ ﺧــــــــــﻴﺎم وﻳﺪه ﺷﻢ‬

‫زه ﻛﺎﻣﻪ وال ﺑﻪ ﻟـــــــــــــــــــﻪ اﻏﻴﺎرو ﻛﻠﻪ‬

‫ﭘﺮ دﻧﻴﺎ ﻫﻢ ګﻨﯥ ارام وﻳــــــــــــــــﺪه ﺷﻢ‬

‫‪/٢٠٠١‬ﻟﻨﺪن‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﺳﻠﻮﺳﺮوﻧﻮ ﻧﻪ ﻳــــــــــــــﻮ ﺳﺮﻏﻮاړﻣﻪ‬

‫ځﻢ ﭘﻪ ﺷﻤﻠﻮ ﻛﯥ ﺷﻤﻠــﻪ ور ﻏﻮاړﻣﻪ‬

‫ﭼﯥ ﭘﺮﻫﺮوﻧﻮ ﺗﻪ ټﻜـــــــــــﻮر ﺷﯥ زﻣﺎ‬

‫ﻫﺴﯥ ﻛﺎﺗﻪ ﻫﺴــــــــــــــــﯥ ﻧﻈﺮﻏﻮاړﻣﻪ‬

‫ﭼﯥ اﻗﺘﺪا ﻣﯥ دټـــــــﻮل ﻗﺎم وې ﭘﺴﯥ‬

‫ﻫﺴﯥ ﻣــــــــــﻼ ﻫـــــــﺴﯥ ﻣﻤﺒﺮ ﻏﻮاړﻣﻪ‬

‫ﭼﯥ ﭘﺮې ﺗﻴـــــــــــﺎرې دﻫﺠﺮان وڅﻴﺮﻣﻪ‬

‫داﺳﯥ ﺳﭙﻴـــــﺪې داﺳﯥ ﺳﺤﺮ ﻏﻮاړﻣﻪ‬

‫دا ﺑﻴﺨﻮدې ﻣــــﯥ ﻟږ ﭘﻪ ﺧﻮد ﺷﯥ ﭘﻜﯥ‬

‫ﻳﻮ ﻟــــــﻴــــــﻮﻧـــــﯥ ﻏﻮﻧﺪى اﺛﺮ ﻏﻮاړﻣﻪ‬

‫ﭼﯥ ﻣﯥ ټﻮټﯥ زړګﻰ ﻛﻮﺷﻴﺮ ﺷﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ‬

‫داﺳـــــــــﯥ ﺑــــــﺮات داﺳﯥ اﺧﺘﺮ ﻏﻮاړﻣﻪ‬

‫‪/٢٠٠١‬ﻟﻨﺪن‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﭼﯥ ﺳﭙﺮﻟﯥ ﻣﯥ ﻟﻪ ګﻠﺸﻨﻪ ﻛډې ﺑﺎر ﻛړې‬

‫ﺷـــﻨﻮ ﻃﻮ ﻃﻴﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﭼﻤﻨﻪ ﻛډى ﺑﺎر ﻛړې‬

‫ﻟﻮﻳـﻪ ﺧﺪاﻳﻪ ﭼﯥ ﺑﯥ ﺳﺘﺮه ﭼﻴﺮﺗﻪ ﻧﻪ ﺷﯥ‬

‫ﻣــــــــــﻼ ﻟـــــﻴــــــــﻮ ﻟﻪ وﻃﻨﻪ ﻛډ ې ﺑﺎرﻛړه‬

‫ﺳﭙﻴﺮو څڼـــــــــــــﻮ دﺟﺎﻧﺎن ﺗﻪ ﻛﺘﻰ ﻧﻪ ﺷﻢ‬

‫روح ﻣﯥ ﻻړو ﻟـــــــــﻪ ﺑﺪﻧﻪ ﻛډې ﺑﺎر ﻛړې‬

‫څﻪ دﻗﺎف څﻪ دﭘــــــــــﻨﺠﺎب ﻟﻪ ﺟﺎدو ګﺮو‬

‫ښﺎ ﭘﻴﺮﻳﻮ ﻟﻪ ﺧــــــــﺘـــــــﻨــﻪ ﻛډې ﺑﺎر ﻛړې‬

‫ﻛﻪ دﻳﺪن ﻳﯥ دوﻃﻦ ﭼـــﻴﺮﺗﻪ ﻧﺼﻴﺐ ﺷﯥ‬

‫ﻛﺎﻣﻪ وال ﺑﻪ ﻟﻪ ﻟﻨـــــــــــﺪﻧﻪ ﻛډه ﺑﺎر ﻛړې‬

‫‪/٢٠٠١‬ﻟﻨﺪن‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫زﻣـــــــﺎ ﺧـــــﻮ ﭘﺮې زړګﻴﻪ ګﻮﻣﺎﻧﻪ ﻧﻪ راځﻲ‬
‫ﻛـــــــړې ﻳـــــــﯥ وﻋـــﺪه ﺧﻮ ﺟﺎﻧﺎن ﻧﻪ راځﻲ‬
‫ﻳﻮ ځــــــﻠــــــــــﯥ ﻳـﯥ د ځﺎن ﭘﻪ ﺷﺎﻧﯥ ووﻳﻨﻢ‬
‫ﺑــــــــﺲ ﻧـــــﻮر راﺗﻪ زړګﻴﻪ ارﻣﺎن ﻧﻪ راځﻲ‬
‫ډﻳــــــــﺮې ﻣــــــﯥ دا ﻻرې ورﺗــــــــﻪ وﻧﻴﻮې‬
‫ﭼﯥ ﺗﻠﻠﻰ ﻫــــﻐــــﻪ څﻴﺮې ګﺮﻳﻮان ﻧﻪ راځﻲ‬
‫ﺧﺪاﺑږو د ﻗﻴﺎﻣﺖ ورځﻲ ﭘﺮي ﺗﻴﺮې ﺷﻮې‬
‫وﻟــــــــﻲ ﭘـــــــﺮدې ځﻤﻜﻪ اﺳﻤﺎن ﻧﻪ راځﻲ‬
‫اﺧــــﺮ ﭘﺴﯥ ﭘﻪ ﻏﺒﺮګﻮ ﺳﺘﺮګﻮ ړوﻧﺪ ﺷﻮل‬
‫ﻣــــﻮده وﺷﻮه ﻫﻴڅ ﺧﺒﺮ ﻟﻪ ﻛﻨﻌﺎن ﻧﻪ راځﻲ‬
‫زﻣــــــــﻮږ د ﻧــــﻈــــﺮوﻧــــــﻮ ﻟﻠـــﻤﻲ وﺳﻮﻟﻲ‬
‫دا ﺳــﺘــــﺎ درﺣــــﻤــــــﺘـﻮﻧﻮ ﺑﺎران ﻧﻪ راځﻲ‬
‫ﻻړل ﻣــــﺴـــﺎﭘـــــــﺮ ﭘـــﺮدو ﻣﻠﻜﻮ ﻛﻲ ﺷﻮل‬
‫ښـــــــﻜﺎري ﻧـــــﻮر وﻃﻦ ﺗﻪ ﻳﺎران ﻧﻪ راځﻲ‬
‫ﻣـــــــﺦ دې راﻧــــــــﻪ واړوه ﺑــــﻴـــﻠـﺘﻮﻧﻪ ﺑﺲ‬
‫ﻧـــــــﻮ ﺣــــــــﻮﺻـــــﻠــــﻪ د ﻫـــﺠﺮان ﻧﻪ راځﻲ‬

‫‪ ٢٠٠١‬ﻟﻨﺪن‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﻟﻮټ دى ﻛړم ﺗﺎﻻ دې ﻛړم ﭘﻪ ﺳﺘﺮ ګﻮ ﻛﯥ‬

‫ورك وﻣـــــــﻪ ﭘﻴﺪادې ﻛړم ﭘﻪ ﺳﺘﺮ ګﻮ ﻛﯥ‬

‫ټﻮﻟﯥ ﺳﭙـــــﺎرې ﻣﯥ دﻋﺸﻖ ﺧﻼﺻﯥ ﻛړې‬

‫ﺧﺪاﻳږو ﭼــــﯥ ﻣﻼ دى ﻛړم ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﯥ‬

‫ﺗــــــــــﻪ ﻫــﻢ ﭘﻪ دى ﭘﻮه او زه ﻫﻢ ﭘﻮه ﺷﻮﻣﻪ‬

‫ﭘﻮه ﺷــﻮم ﭼﯥ ﺧﻄﺎ دى ﻛړم ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﯥ‬

‫ﺷـــــــﺮم ﻣــــــــــﯥ دې ټﻮل ﭘﻪ ﻏﺎړه واﺧﻴﺴﺘﻪ‬

‫ﺧﻮښ دى ﻛړم ﺳﻼ دې ﻛړم ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﯥ‬

‫ﻗــــــــﺪر ﻛﻪ ﻋـــــــــــــﺰت دى ﺧﻮ ﻫﻤﺪﻏﻪ دى‬

‫ﺷﺎه دې ﻛړم ګــــﺪا دى ﻛړم ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﯥ‬

‫‪/٢٠٠١‬ﻟﻨﺪن‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﻟﻪ ﻧﻮرو ﺧﻠﻜﻮ ﻳﯥ راﺗــﻪ ښﻪ اﻳښﻰ دى‬
‫ﭼـــﺎﻣﯥ ﭼﯥ ﻧﻮم د ﭘـــښﺘﺎﻧﻪ اﻳښﻲ دى‬

‫در ﺳـﺮه څﻮﻣﺮه ښﻜﻠـــﻰ ښﻜﺎري اﺷﻨﺎ‬


‫ﻧــﻦ دې دا ﺧﺎل زﻣﺎ ﭘــــﻪ ژړه اﻳښﻰ دى‬

‫رﻣـــــــــﻪ دې ټـــــــــﻮﻟـــــــــﻪ ﺧﭙﻠﻪ وداړﻟﻪ‬


‫ﺧﻮ ﻧﻮم ﭘﺮ ځﺎن دې د ﺷـﭙﺎﻧﻪ اﻳښﻰ دى‬

‫ان ﻟﻪ ﻣﺎښﺎﻣﻪ ﺳﺎﻗــــــــــﻲ ﺗږي ﻧﺎﺳﺖ ﻳﻮ‬


‫ﻗﺴﻢ ﻛﻪ څﺎڅﻜﯥ ﻣﻮ ﭘﺮ ﺧﻮﻟﻪ اﻳښﻲ دى‬

‫ﻳﻮ د اﺷﻨﺎ د ﺷـــــــــــــــــــــﻮخ ﻧﻈﺮ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ‬


‫ﺑﻞ ﻳﯥ ﭘﺮې داغ د ﺑﻴـــــــﻠﺘﺎﻧﻪ اﻳښﻰ دى‬

‫ﻧﻦ ﻳﯥ ﭘﺮې دﻣــــــــــــــــــــﻪ د ﻣﻮدو وﺧﺘﻪ‬


‫ﻛﺎﻣﻪ وال ﺳﺮ ﺳﺘﺎ ﭘــﻪ وراﻧﻪ اﻳښﻰ دى‬

‫‪ ٢٠٠١‬ﻟﻨﺪن‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫د ﺗﻮرې ﺳ‪7‬ی‬
‫د ﺑــــــــﺮﻳﺪ ﺳﺮوﻧﻪ ﭘﻜﯥ ﭘﺎﺗﯥ ﻧﻪ ﺷﻮل‬
‫ﻟـــــﻪ ﻫﺮ ﺧﻮا ﻛﻴږي ﻣﯥ ﺗﻴﺮى ﭘﺮ وﻃﻦ‬

‫ﭼﯥ ﺑﺪې ﺳـــــﺘـــﺮګﯥ د ﻏﻠﻴﻢ و ﺑﺎﺳﻲ‬


‫ﻧـﺸــــﺘــــــﻪ د ﺗـﻮرې ﻣﯥ ﺳړي ﭘﺮ وﻃﻦ‬

‫ارﻣـــــــــــﺎن راځﻲ د اﻛﺒﺮ ﺧﺎن د ﺗﻮري‬


‫ﻧــــــــﻦ ﺳﺒـﺎ ګﺮځﻲ ﻣﯥ ﭘﺮ دي ﭘﺮ وﻃﻦ‬

‫ﭼﯥ ړ ﻣﺎﻟﺖ ﻻرې ﭘﺮې ښﯥ ښﻜﺎرﯦﺪې‬


‫ﻧــــﺸــــﺘﻪ ﭘګړۍ ﻧﺸﺘﻪ ﭘټﻜﻲ ﭘﺮ وﻃﻦ‬

‫د ﺗـــــــــﺎرﻳــﺦ ﭘﺎڼﯥ ﭘﺮې ﻧﺎزﻳږي ﻣﺪام‬


‫ﭼـــــﺎﭼـــــــــﯥ ورﻛړې ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﭘﺮ وﻃﻦ‬

‫ﺳﺮدې ﺗـﺮې ځﺎر ﻛړه ﻛﺎﻣﻪ واﻟﻪ آﺷﻨﺎ‬


‫ﻟــــــــږه دې ﺟﻮړه ﻛﻪ ﺳﻴﺎﻟﻲ ﭘﺮ وﻃﻦ‬

‫ﻟﻨﺪن ‪٢٠٠١‬‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫د وﻃﻦ ﻏﻤﻮﻧﻪ ﺧﻮري‬
‫ﺷﭙﻪ او ورځــﻲ ﻣﯥ ﺑﺪن ﻏﻤﻮﻧﻪ ﺧﻮري‬
‫څـــــــﻪ د ﻳﺎر‪ ،‬څﻪ د وﻃﻦ ﻏﻤﻮﻧﻪ ﺧﻮري‬

‫راﺗــــــــﻪ و ګــــــﻮره ﺟـﺎﻧﺎن ﺑﻴﺎ وﻧﻪ واﻳﯥ‬


‫زړه ﻣﯥ ګﻮره ﭼﯥ ﻣﻦ ﻣﻦ ﻏﻤﻮﻧﻪ ﺧﻮري‬

‫ﺧﺪاﻳــــږو ﻻړو ﭘﻪ ﻏﻤﻮﻧﻮ ا ﻣﻮﺧﺘﻪ ﺷﻮ‬


‫ﭘــــــﻪ ﻛــﺎ ﺳﻮ او ﭘﻪ ﻟګﻦ ﻏﻤﻮﻧﻪ ﺧﻮري‬

‫ښﻪ ﭘﻮﻫﻴږم ﭘﻪ ﻏﻤﺨﻮر زړګﻲ ﭘﻮ ﻫﻴږم‬


‫ﻳــــــــﻮه ورځ ﺑﻪ د ډﻳﻮرن ﻏﻤﻮﻧﻪ ﺧﻮري‬

‫دې وړو وړو ﻏــــــﻤـــــــــﻮ ﺳـﺮه ﺑﻪ ګﺎﻟﻢ‬


‫دم ګـــــــړۍ د ﻗــــﻄــــﻐﻦ ﻏﻤﻮﻧﻪ ﺧﻮري‬

‫ﺗـــــــــﻪ ﺑﻪ واﻳﯥ ﭼﻲ ﺑﻴﻐﻤﻪ ﺑﻪ زه ګﺮځﻢ‬


‫ﻛﺎﻣــﻪ وال دې ﭘﻪ ﻟﻨﺪن ﻏﻤﻮﻧﻪ ﺧﻮري‬

‫‪ ٢٠٠١‬ﻟﻨﺪن‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﻧﻪ ﻣﻮ ﺑـــــــــﺮات ﻧﻪ ﻧﻪ ﻣﻮ اﺧﺘﺮ وﻛﺘﻮ‬

‫ﻧـــــــــﻪ ﻣــــــﻮ دﭼﺎ ﻣﻮﺳﻜﺎ ﻧﻈﺮ وﻛﺘﻮ‬

‫وﻳﻨﯥ ﺗﺮى څﺎ څﯥ دﭼﺎ ﻳﺎدﻛﻰ ﻣﺪام‬

‫ﻛـــــﻪ ﻣﻰ ﺳﻴﻨﻪ ﻛﯥ ﭼﺎ ځﻴګﺮ وﻛﺘﻮ‬

‫ﭘـــــــﻪ اﻧﺘﻈﺎر ﻳﯥ ﻻ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻮرې‬

‫ﻧــــــــﻪ ﻣﯥ دﻫﻐﯥ ﺷﭙﯥ ﺳﺤﺮ وﻛﺘﻮ‬

‫دﻳــــــــﺎراﻧــــــــﯥ ﺟﻨﺎزه ﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻮﻟﻪ‬

‫ﭼﻪ ﻣﯥ دﺳـــــــﺮو وﻳﻨﻮ ګﻮدر وﻛﺘﻮ‬

‫داﺧــــــــــــــــــﺮت ﺳﺰا ﺑﻪ څﻪ راﻛﻮې‬

‫ﻣﻮږه ﭘـــــــﻪ دى دﻧﻴﺎ ﻣﺤﺸﺮ وﻛﺘﻮ‬

‫ﻟﻨﺪن ‪١۶/٣/٢٠٠١‬‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫'ﻠﻮرﻳﺰه‬
‫رﻳښﻲ ګﺮاﻳــﻮن د ﻣﻠﻨګۍ ﻣﺎښﺎم ﺑﻴﺎ راﻏﻠﻲ‬
‫زﻣﺎد ﺳــــــﺘـــړي زﻧﺪګۍ ﻣﺎښﺎﻣﻪ ﺑﻴﺎ راﻏﻠﯥ‬

‫د ﺧــــــــﻮ ﺷــــــــﺎﻟۍ وﻳﺶ دې ﭘﺮ ﻧﻮرو ګډﻛﻪ‬


‫ﻣﺎﻟﻪ دې راوړﻟﯥ ﺳﻠګۍ ﻣﺎښﺎﻣﻪ ﺑﻴﺎ راﻏﻠﯥ‬

‫‪ ٢٠٠١‬ﻟﻨﺪن‬

‫'ﻠﻮر ﻳﺰه‬
‫ﻋـــــﺸــــﻘـــــــﻪ ﺳﺘﺎ د ﻣﻴﻨﯥ ﻇﻬﻮر ﻟﻴﺪﻟﻰ دى‬
‫دارﺗــــــﻪ ﭘـــــﻪ ﺧـــﻨـﺪا ﻣﯥ ﻣﻨﺼﻮر ﻟﻴﺪﻟﻰ دى‬

‫اوس ﺑـــــــﻪ ﭼـــﻴــﺮﺗﻪ راﻧﻪ ﭘټ ﺷﻲ ﻓﺮﻋﻮﻧﻴﺎﻧﻮ‬


‫ﺧﻮب ﻛﯥ ﻣﯥ ﻣﻮﺳﻰ ﭘﻪ ﻛﻮه ﻃﻮر ﻟﻴﺪﻟﻰ دى‬

‫ﻟﻨﺪن ‪٢٠٠٢‬‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ﻣــــــﻮږه ﺧــــــﻮﺗــﻞ درﺗﻪ د ﻋﺎ ﻛړې دي‬
‫ﺟـــــــﺎﻧــــــﺎﻧــــﻪ ﭼﺎ درﺗﻪ ښﯧﺮا ﻛړي دې‬

‫ﺗﻤﺎﻣﻪ ﺷﭙﻪ ﻣﻲ ﺳﺘﺮ ګﻲ ﭘټﯥ ﻧﻪ ﺷﻮي‬


‫ﺳـــﺘـــﺎ اﻧﺪﯦښﻨﯥ ﻣﯥ ﺗﺮ ﺳﺒﺎ ﻛړې دي‬

‫راﺗــــﻪ څــﺮ ګﻨﺪ د ټﻮﻟﻮ ﻧﻴﺖ ﺷﻮ ﭘﻜﻲ‬


‫ﻫــــــﻢ دې اﻣـــــﻲ دې ﻣــــــﻼ ﻛړي دې‬

‫ﺗـــــــــــﻪ ﺑــــــــﻪ ﺧﺒﺮﯦﻲ او ﻛﻪ ﻧﻪ ﺟﺎﻧﺎن‬


‫دوي ﻗـــﺴﻤـــــﻮﻧــﻪ درﺗﻪ ﺑﻴﺎ ﻛړې دي‬

‫ﻟﻪ ﻏﻴﺮ ﻏﻤﺎز ﻧﻪ ﻛﻴﻠﻪ ﻣﻪ ﻛړه دې ﻛﻲ‬


‫ﻳﺎ دې ر ﻫﺒﺮ‪ ،‬ﻳﺎدې ﭘﯧﺸﻮاﻛړي دي ‪.‬‬

‫‪ ٢٠٠٣‬ﻟﻨﺪن‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫اﻣﻴﺮﺣﻤﺰه ﺑﺎﺑﺎدژوﻧﺪاﺗﻴﺎﻳﻤ‪ 3‬ﮐﺎﻟﻴﺰې ﺗﻪ‬
‫ﭘﻪ ﭘﻴښﻮرﻫﻢ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ دى ﺣﻤـــــــــﺰه‬

‫ﭘﻪ ﻟﺮاوﺑﺮﻛﯥ روڼ ﻣﺸﻌﻞ دى ﺣﻤــﺰه‬

‫ټﻮل ﺷﺎﻋﺮان ﻳﯥ اﻓﺘﺨﺎرﻛړي ﭘﻪ ﻧﻮم‬

‫ﭘــــــﻼر د ﭘښﺘﻮ ﻧﻮي ﻏﺰل دى ﺣﻤﺰه‬

‫ﻫـــــــــــــﺮوﻳﻨﺎﻛﯥ ﻳﯥ ﺧﻮاږه ﭘﺮاﺗﻪ دي‬

‫د ﭘـــــــښـــــﺘـــــــﻮدﻻرې ﻣﻞ دى ﺣﻤﺰه‬

‫ﻣﻮږﺗﻪ ﻳﯥ ځــــــﻮان ﻛړﻟﻮﻏﺰل دﭘښﺘﻮ‬

‫ﺧﭙﻠﻪ ﺑﺎﺑﺎ دﻫــــــــــــــﺮﻣﺤﻔﻞ دي ﺣﻤﺰه‬

‫زه دﺣﻤﺰه ﭘـــــــــــﻪ ﻻره ځــــــﻢ ﻣﻠګﺮو‬

‫ﭼﻲ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮﻛﯥ اول دى ﺣﻤــــــــــﺰه‬

‫ﭼﯥ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﻏﻮﻧډﻛړي ﻳﻮه ﻣﺮﻛﺰﺗﻪ‬

‫دﻏﺴﻲ ﻛړى ﻳﻮﺗﻜﻞ دى ﺣﻤــــــــــﺰه‬

‫ﻛﺎ ﺑﻞ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫د‪-‬ﻮدر ﺟﻨﺎزه‬
‫ﻫــــــــﺮ ﻳــــــــﻮ ﺳـــــﺤﺮ‪ ،‬ﻫﺮ ﻣﺎزﻳګﺮ ﺟﻨﺎزه‬
‫ﻛــــــﻠـــــــﻪ وي ﻟـــــــــــــﺮ‪ ،‬ﻛﻠﻪ وي ﺑﺮ ﺟﻨﺎزه‬

‫ﻛﻠﻲ ﻛـــــــــﻮڅــــــــــــﯥ ﺧــﻮﻫﻠﻪ ﺳﺮوﺧﻮړو‬


‫ﭼـــــــــﯥ ﺷـــــــــــﻮﻟــﻪ ﭘﻮرﺗﻪ دګﻮدر ﺟﻨﺎزه‬

‫رﻧګ دﻧﻜﺮﻳـــــﺰوﺗﺮې ﻫﯧﺮ ﺷﻮي ﺧﺪاﻳږو‬


‫ﭘـــــﻴـــﻐـــﻠـــــــــــﻲ ﻣﻰ زاړي داﺧﺘﺮ ﺟﻨﺎزه‬

‫ﻧﻪ ﻟﻪ ﻣﺎﺗﻢ ﻧﻪ ﭘﺮې ﭼﺎ اوښﻜﻲ ﺗﻮﻳﯥ ﻛړي‬


‫واﺑــــﻪ ﺧــــــﻠــــــــــﻲ څﻮك د ﻣﺴﺎﭘﺮ ﺟﻨﺎزه‬

‫ﭼﻲ ﻣﯥ د ﻧﻨګ ﺷﻤﻠﻪ ﭘﺮي ښﻪ ښﻜﺎرﻳﺪه‬


‫ﭼــــــــــﺎ ﻣــــــــﻲ اﺧﻴﺴﺘﯥ ددي ﺳﺮ ﺟﻨﺎزه‬

‫زﻣـــــــﺎ د ﻣـــــﻴــــﻨــﯥ ﺳﺘﺮ ﻣﺎت ﺷﻮﭘﻜﯥ‬


‫وړي ﭘــــــــﻪ ﺗـــــــــﻮر ﺧﻢ ﻣﻲ د ﻧﻈﺮ ﺟﻨﺎزه‬

‫ښــــﻮوﻧځﻲ ﺷﺎړ‪ ،‬روﻏﺘﻮن ﻣﻮوﺗړل ﺷﻮ‬


‫ژاړم ﻣــــــﻌــــﻠـــــــــــﻢ اود ډاﻛــــټﺮ ﺟﻨﺎزه‬

‫څـــــــــــﻪ د ﻛـــــــــﺎﻓﺮ څﻪ د ﻣﺴﻠﻢ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ‬


‫ﻣﻼ ﻣــــــــــﯥ اﺧــــــﻠـــــــــﻲ د ﻣﻬﺒﺮ ﺟﻨﺎزه‬
‫ﭼﻲ ﺑﻪ ﺗﺮې ﭼــــــﻴـــﻐــــــﻪ د ﻏﺰا ﺟګﯧﺪه‬
‫ﺷﻤﺸﺎد ﻣﻲ ژاړي د ﺳﭙــﻴﻦ ﻏﺮ ﺟﻨﺎزه‬

‫ﭼـــــــــــﻲ ﻗــــــــﺎﻓﻠﻪ ﻳــــﻲ ﺧﭙﻠﻪ وداړﻟﻪ‬


‫وﻟــــــــــﺊ ﭘــــــــﻪ ﺗـــــﻴـږو درﻫﺒﺮ ﺟﻨﺎزه‬

‫‪ ٢٠٠/١٠/١٠‬ﻟﻨﺪن‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫دﺳﻴﺪ راﺣﺖ زاﺧﻠ‪請 3‬ﻴﺐ دﻳﻮ ﻏﺰل ﭘﻪ اﻗﺘﻔﺎ ﻣﺸﺎﻋﺮې ﺗﻪ‬

‫ځﺎن ﻧﻮر ﻣـــــــﻨﺰل ﺗﻪ رﺳــــــــﻮل ﻏــــــﻮاړم‬


‫ددې ﺣــــــــﺎﻻﺗـــــــــــﻮﺑــــــــﺪ ﻟــــﻮل ﻏﻮاړم‬

‫ﺑــــــــﺮﺧــــﻠــــﻴـﻜﻪ ﻧﻦ ﺑﻪ دې ﭘﺨﭙﻠﻪ ﻟﻴﻜﻢ‬


‫ﺗـــــﻨـــــــﺪﻳـــــــــﻪ ﻧــــــﻮردې ﻣﺎﺗﻮل ﻏﻮاړم‬

‫د ﻳﻮ روښﺎﻧﻪ ﺳﺒـــــﺎوون ﭘــــــــﻪ ﻫـــــــﻴـﻠﻪ‬


‫داﺗـــــــﻮري ﺷــــــﭙــــﯥ ﺳﺒـــﺎ ﻛﻮل ﻏﻮاړم‬

‫ﭼﯥ ﭘﻪ ﻣﻮﺳﻜﺎ ﻳﻲ ښﺎﻳﺴﺘﻪ ﻛﻴږې ﺟﻬﺎن‬


‫د ﻫــــــﻐــــﻮﺷــــــــﻮﻧــــډوښــــﻜﻠﻮل ﻏﻮاړم‬

‫ﭼــــــــﻲ ﺗــــﻞ ﻟﻪ ﻣﻴﻨﻲ ﻣﺤﺒﺖ ﻧﻪ ډك وي‬


‫ﭘــــــــــﻪ ﻫـــــــﻐـــــــــﻪ زړه ﻛﻲ اړول ﻏﻮاړم‬

‫ﭼــــــﻲ روغ ﻟــــﻪ ﻣﺨﯥ ﻟﯧﻮﻧﻲ ﺷﻲ ورﺗﻪ‬


‫داﺳــــــــــﻲ ﻏــــــﺰل ﻧـــــــﻦ اورول ﻏﻮاړم‬

‫راﺗــــــﻪ ﭼـــﻲ اوﺳﻲ ﻛﺎﻣﻪ واﻟﻪ زړه ﻛﻲ‬


‫ﻧــــــــﻦ د ﻫـــﻐـــــﻮ ﺳﺘﺮ ګﻮ ﻟﻴﺪل ﻏﻮاړم‬

‫ﻛﺎﺑﻞ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬

‫ﻳــــــــﺎراﻧــــــــﻮ ﻧـــــﻦ ﻳﯥ څښﻢ ﭘﻪ ﻟﭙﻮ ﻟﭙﻮ‬


‫ﭘﺮې ږده ﭼﻲ ﻏﻢ ﭘﺮي ﻳﻮي ﺧﻮاﺗﻪ ﻛړﻣﻪ‬

‫ﭼــــــــﻲ ﻣﻲ ﺳﺎﺗﻠﻲ وه ﭘـــﻪ زړه ﻛﯥ اﺷﻨﺎ‬


‫ﻧــــــــﻦ ﺑــــــــﻪ دا ټــﻮﻟﻪ ﻛﻴـــﺴﻪ ﺗﺎﺗﻪ ﻛړﻣﻪ‬

‫ﺷــــــﻴـــﺨـﻪ د ﻻرى ﻣﻲ اﻏــــﺰى ﻣﻪ ﻛﻴږه‬


‫دﻏـــــــﻪ ﺧـــــﺒـــــﺮه ﻫـــــــــﻢ ﻣــــﻼ ﺗﻪ ﻛړﻣﻪ‬

‫ډﻳﺮ ګﻨﻬګﺎر ﻳﻤﻪ ﺧــــــﻮدا ﻫـــــــــﻢ ﻛــــﻮم‬


‫ﺑﻴﺎ اراده ﻳﻮي ګـــــﻨــــــﺎه ﺗــــــــــﻪ ﻛــــــړﻣﻪ‬

‫ﻛــــــﻪ ﭘـﺮي ﻣﻨﻜﺮ ﺷﻮي ﻛﺎﻣﻪ واﻟﻪ اﺷﻨﺎ‬


‫ښـــــﻜﺎره ﺑﻪ ﻫﺮ څﻪ دې دﻧﻴﺎ ﺗﻪ ﻛړﻣﻪ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬

‫څـــــــﻪ د ﺳــــﺎﻗــﻲ څﻪ د ﺻﻨﻢ ورﺳﻴــــﺪ‬


‫ﻣﻮږ ﻟﻪ ﺧﻮ ﺗﺶ ﭘﻪ زړګﻲ ﻏـــــﻢ ورﺳﻴﺪ‬

‫څﻮك ﻳﻲ ارﻣﺎن د ﺗـــﺶ دﻳــــﺪن ﻛﻮﻳﻨﻪ‬


‫ﭼـــــﺎﻟـــﻪ د زﻟـــﻔﻮ ﭘــﻴــــﭻ وﺧـﻢ ورﺳﻴﺪ‬

‫ﻧــــﻦ د ﭘـــﻴــﻤﺨـــــﻮ اﻧـــﻌﺎﻣﻮﻧﻮ ﻛﻲ ﺑﻴﺎ‬


‫ﻣــــﻮږ ﻟـــــــــﻪ دﻳـﺎر ﺟﺒﺮ و ﺳﺘﻢ ورﺳﻴﺪ‬

‫زﻣـــــــﻮﻧـــــــږ ﭘﺮ ﻫﺮ ﭘﺮ زړګﻲ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮ‬


‫دوى ﻟﻪ د ﺳﺮو ﺷﻮﻧډو ﻣﺮ ﻫﻢ ورﺳﻴﺪ‬

‫د دې دﻧـــــﻴـــــﺎ ﭘــــﻪ ﻗﺴﻤﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻧﻦ‬


‫د ﻛﺎ ﻣــــــﻪ وال ﺑــــــــﺮ ﺧــﻪ ﻗﻠﻢ ورﺳﻴﺪ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫زړ‪-‬ﻲ ﭘﻪ وﻃﻦ‬
‫ﺗﺮ ﺧﺎورو ﻻﻧـــــﺪې ﺷﻮل زﻟﻤﻲ ﭘﺮ وﻃﻦ‬
‫د ﺟﻮﻧﻮ ﺳــــﭙــﻴـﻦ ﺷﻮﻟﻮ ﭘﻴﻜﻲ ﭘﺮ وﻃﻦ‬

‫ﻟﻮﺑــــــــﻲ ﻣـــــﯥ ﻛﻴږي د زړګﻲ ﭘﺮ وﻃﻦ‬


‫ﺳﻴﻠۍ ﭼـــــــﻠــــﻴـــــږي د ﻣﺮګﻲ ﭘﺮ وﻃﻦ‬

‫ﭘﻜﯥ ﻣﯥ ځﻮاﻧـــــــﻲ ﻫﻴﻠﻲ ﻗﺘﻠﻲ ﺷﻮﻟﻲ‬


‫د ژوﻧـــــــﺪ راﻏــــــﻠﯥ ده ﻗﺤﻄﻲ ﭘﺮوﻃﻦ‬

‫د ﻇـــــﺎﻟـــــﻤـــــﺎﻧـﻮ ﭘﺮ ى زړه ﻧﻪ ﺳﻮزﻳږي‬


‫رﺣـــــــــﻢ ﺗــــــــﻪ وﻛـــــــړي اﻟﻬﻲ ﭘﺮ وﻃﻦ‬

‫ﭼﻲ ﺑﻪ ﻫﻮ ﺟﺮي ﭘﻪ ﺳﺘﺎر ګﺮﻣﺊ وي ﺗﻞ‬


‫ﺑــــﻴــــﺎ ﻫـــﻐــﻪ ﺷﭙﻲ ﻛﻠﻪ راځﻲ ﭘﻪ وﻃﻦ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻓﺘﻮی‬
‫ﭘﻪ ﻣـــــﺎ ﺧـــــﻮ دي ﻓـــﺘﻮه د ﻛﻔﺮو ﻛړه‬
‫ﺧـــﻮ ﭘـــﺨـﭙﻠﻪ دې ﺳﺠﺪه د ﻛﻔﺮ وﻛړه‬

‫ﻣﺎ ﻻﺳﻢ ورﺗﻪ ﻳـــــــــﻮ ځﻞ ﻛﺘﻠﻲ ﻧﻪ وو‬


‫زاﻫــــﺪ اﻧــــــﻮ ﻓــــﻴــــﺼﻠﻪ د ﻛﻔﺮ وﻛړه‬

‫ﭘﺮوﻧﻰ ﺳﺘﻢ ﻳﻰ ﺧﺪاﻳږو راﻧﻪ ﻫﻴﺮ ﻛړ‬


‫ﻛﺎﻣﻪ وال ﻳﯥ ﭼﻂ ﻛﻴﺴﻪ د ﻛﻔﺮ وﻛړه‬

‫ﺳﺎﻫﻴﻮال ﭘﻨﺠﺎب‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻳﻮ ﻣﺦ‬
‫ﭼــــــﻲ د ښﻜﻠﻮ ټﻮرو ﺳﺘﺮ ګﻮﺗﻪ ﻣﻮ ﭘﺎم ﺷﻲ‬
‫ﻟــــــــﻤـــﻮﻧځ ﻗﻀﺎ دﻣﺎزﻳګﺮ اود ﻣﺎ ښﺎم ﺷﻲ‬

‫دا ﺗﻮر ﺧﺎل دې دورو ځﻮ ﻣﺤﺮاب ﺗﻪ وﺧﻮت‬


‫ﻳــــــــﺎ ﻛــــﻌـــﺒـــﻪ ﻛﯥ ﭼﯥ ﺑﻼل د ﭼﺎ اﻣﺎم ﺷﻲ‬

‫ﻛــــــــﺎﻣــــﻪ وال ﺗــــﻞ ﻋﺒﺎدت د ﻳﻮه ﻣﺦ ﻛړي‬


‫ﻧـــــــــﻮر ﻛــــﺎﺗﻪ دې د ﺑﻞ ﻣﺦ ورﺗﻪ ﺣﺮام ﺷﻲ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ګﻮﺗﻮ ﺗﻪ ﻣــﻲ راﻏﻠﻲ د ﻣﺤﻔﻞ واګﻲ‬
‫اﺧــــﻠــــــﻤـــﻪ ﻟﻪ ﺣﺎل د ﻣﺴﺘﻘﺒﻞ واګﻲ‬

‫ډﻳﺮ ﺑﻪ ﭘــــﺮ ﺧﻮﻟﻪ ګﻮﺗﻪ ﺧﭙﻠﻪ وﻧﻴﺴﯥ‬


‫وﻣﻰ ﻧـــــﻴــــﻮي ﻻس ﻛﻲ د ﻏﺰل واګﻲ‬
‫ﻣـــﻴـــــﺮ د ﻗــــﺎﻓﻠﻰ ﺑﺎﻧﺪي ﺷﻜﻤﻦ ﻳﻤﻪ‬
‫ټــﻴــﻨـــګـﻲ ﻛړئ ﻳﺎراﻧﻮ د ﻣﻨﺰل واګﻲ‬
‫ښﻜﺎري ﭼــــﻲ ﻻﺳﻮﻧﻪ ﻣﻮ ﺗﺮي وﺧﺎﺗﻪ‬
‫ﻻړي ﺧــــﺪاﻳــــږو ﻻړي د ﻛﺎﺑﻞ واګﻲ‬

‫ﺑــﻴــﺎ ﺑﻪ ﻛﺎﻣﻪ واﻟﻪ ﭼﻴﺮﺗﻪ ټﻴﻨګﻲ ﺷﻲ‬


‫ﻳﻮ ځﻞ ﻛﻪ ﺧﻄﺎ ﺷﻮي د ګﻮګﻞ واګﻲ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫دﻗﺎم ﻏﻢ‬
‫زﺧـــﻤــﻲ زړه ﭼﻲ ﭘﺮي رﻏﻴږ ي دم ﻫﻐﻪ دي‬
‫ﭼـــــــﻲ ﻣـــﺪام دي وې ﻣﻠګﺮى ﻏﻢ ﻫﻐﻪ دي‬

‫ډرﻳﺮ ﺳﺘﺮګﻲ ﺑﻪ د اوښﻜﻮ ﭘﻪ ﻧﻢ ﺳﺮي وي‬


‫ﭼـﯥ دﻗﺎم ﭘﻪ ﻏﻢ ﻛﻲ ﺳﺮي ﺷﻲ ﻧﻢ ﻫﻐﻪ دى‬

‫د دﻧـــﻴــﺎ ﭘﻪ ﺳﺎز و ﺑﺎز ﺑﺎﻧﺪي ﻛﻪ ﭘﻮه وي‬


‫ﭼــــــــﻲ ﻟــــﻪ ﻋﺸﻘﻪ ﻧﺎ ﺧﺒﺮوي ﻛﻢ ﻫﻐﻪ دى‬

‫اګﻮړه ﺣټﻚ‪،‬ﭘښﺘﻮﻧﺨﻮا‬
‫دوﺷﺎل ﺑﺎﺑﺎ ﻣﺰار‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫و‪請‬ﻴﺖ‬
‫زﻣﺎ ﺧــــﻮږو ﻳﺎراﻧﻮ دا وﺻﻴﺖ درﺗﻪ ﻛﻮﻣﻪ‬
‫راﺗﻪ ښﻲ ﺑــﺎ ﺟﻪ ﺧﺎﻧﻲ ﭘﻪ ځﻨګﺪن وﻏږوئ‬

‫ﻫﻴﺮ ﻣﻮ ﻧـﻪ ﺷﻲ ﭼﻲ ﺟﺎﻧﺎن ﻣﻲ ﻛﻔﻦ څﻴﺮي‬


‫دوﻟــــــﻮ ﻧــﻪ اوﻧﻐﺎري ﻣﻲ ﭘﻪ ﻛﻔﻦ وﻏږوئ‬

‫ﭼﻲ ﭘﻪ ﻣﺮګ د ﻛﺎﻣﻪ وال ښﻜﻠﻲ ﺧﺒﺮ ﺷﻲ‬


‫داﺧــــﺒﺮ دﺟـــﻨﺎزى ﭘﻪ ټﻮل وﻃﻦ وﻏږوئ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫زه ﭼﯥ ﺳﺘﺎ ﻟﻪ ﻣــﻴــﻨـﻲ ﺳﺮه ﻣﻞ ﺷﻮﻣﻪ‬
‫ګﻞ دى ﭘﻪ ﻛﻤڅﻮ ﻛـــﻴــﺪ ورﺑﻞ ﺷﻮﻣﻪ‬

‫اى د ﺧــــﻂ وﺧـــــﺎل ﺷــﺎﻋﺮه وګﻮره‬


‫زه ﻫﻢ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﻛــﻲ ﻳﻮ ﻏﺰل ﺷﻮل ﻣﻪ‬

‫زه ﻳـــﯥ ﻫﺴﻲ ﺗﻮر ﻛﻲ ورﺗﻪ ﻧښﻪ ﻛړم‬


‫زﻟـــﻔـﻮ ﻛﻲ راګﻴﺮه ول ﭘﻪ ول ﺷﻮل ﻣﻪ‬

‫څـــﻠـــﻪ ﻣــﻲ ﻟﻪ ﺳﺘﺮ ګﻮ ﻧﻪ ﭘټﯧږي ﻧﻦ‬


‫ﺟـــــﻮړدي رﻗــــﻴــﺒﺎﻧﻮ ﺗﻪ اﺟﻞ ﺷﻮﻣﻪ‬

‫ﺣﺎل ﻧﻪ واﻳﻲ ﺧﻠﻜﻪ ﻛﺎﻣﻪ وال ﺗﻪ ﻧﻦ‬


‫دوﻣـــﺮه ﺑﻲ اﺗﺒﺎره ﭘﻪ څﻪ ﭼﻞ ﺷﻮﻣﻪ‬

‫ﭘﺮوان‪،.‬ګﻞ ﻏﻮﻧډۍ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫رﯦـــــــﺒـــــﺎر ﭼـﯥ وﻛړى د ﺻﻨﻢ ﺧﺒﺮې‬
‫ﭘﻪ دې ﻛﯥ ﻧﺸﺘﻪ زﻳﺎت او ﻛﻢ ﺧﺒﺮې‬

‫زه ﭼــﯥ دا ﺳﺘﺎ ﺳﺘﺮګﻮ ﺗﻪ و ګﻮرﻣﻪ‬


‫راﻧـــــﻪ ﺷـــــﯥ ﻫــﯧﺮې ﻫﻐﻪ دم ﺧﺒﺮې‬
‫ﭼﯥ راﺗﻪ ودې ﻛــــړې ﭘﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﻣﻴﻨﻪ‬
‫ﭼـﯥ ﺳﺮو ﻏــــﻮټﻴﻮ ﻟﺮه ﺷﺎه ورﻛﻮي‬
‫ګـــــﻠـــﻮﻧـــــــﻪ و ﻛړى د ﺷﺒﻨﻢ ﺧﺒﺮې‬
‫راځــــــﻪ ﭼـﻲ ښﻪ ﺳﺮه ﺗﺮ ﻋﺎړه و ځﻮ‬
‫ﻫـﺴـﻰ ﻫــــﻢ ﻛﻴږي ﭼﻢ ﭘﻪ ﭼﻢ ﺧﺒﺮې‬
‫ﻣـﺪام ﺧـــﺒﺮ دى د ﺣﺎﻻﺗــﻮ ﭘـﻪ ﻧﺒﺾ‬
‫ﻛــــــــﻮى رﺑﺎب د زﻳﺮ او ﺑـــﻢ ﺧﺒﺮې‬

‫ﭼــــﯥ وﻳﺪه زړه ﻧﻪ ﭘﻪ د زرا راوﻟﻲ‬


‫د ﻛﺎﻣﻪ وال د ﺧﻮﻟﯥ ﻟـﻴﻜﻢ ﺧﺒﺮې‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫دى اﻳښﻰ ﺻـــــﻨــــــــــﻢ راﺗﻪ زړګﯥ ﭘﻪ ﻣﻴﻨﯥ ډﻳﺮې ﻟﻪ‬

‫دى اﻳـــــــښـــــــﻰ ﺻــﻨﻢ راﺗﻪ ﺗﻨﺪې ﭘﻪ ﻣﯥ داغ دﺳـﺘﻢ‬

‫ﻗﺴﻢ ښﻜﺎرې راﺳﺮه ښﺎﻳﺴﺘﻪ او دى ښﺎﻳﺴﺘﻪ څﻮﻣﺮه‬

‫دى اﻳـــښﻰ ﺻﻨﻢ راﺗﻪ دﻟـــﻴــــﻮﻧــﯥ ﻧـــــﻮم دا ﺧـــﻠـﻜـــﻪ‬

‫ﻳږم ﻳﺎد ښﻪ ﭘﺮى ﻧﻮﻛﯥ ﺷﻘﺎ دﻋﺎ ﻣـــﺤـــﻔـﻞ ﭘــــﻪ ﭼــﯥ‬

‫دى اﻳــښﻰ ﺻﻨﻢ راﺗـــﻪ دﺳـــړې ﻣـــﯥ ﻣـــﻌــﻴـﺎر دﻏـــﻪ‬

‫ﻣــﻪ ﻧـــــﺎ ﭘـــــﻪ داﻓــــﻐـــﺎن ﻛﯥ ﺑﺮ ﻟﺮاو ﻳﻢ ﻣﺸﻬﻮر ﭼﯥ‬

‫دى اﯦــــښــﻰ ﺻﻨﻢ راﺗﻪ دﻣـــﻴـــړﻧـﯥ ﻟــﻘــــﺐ دﻏـــــــــــﻪ‬

‫ګـــﺮځﻢ ﻏﺎړه ﻫﺴﻜــﻪ ﺳﺘﺮګﯥ ﺟګﻰ ﭼﯥ ﻣﻮال ﻛﺎ زه‬

‫دى اﻳـــښﻰ ﺻـــﻨـــﻢ راﺗﻪ ﭘټﻜﯥ ﭘﻪ ﻣﯥ ﭘښﺘﻮ د ګﻞ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬
‫د زړه ﭘـــﻪ ﻟـــﻠــــﻤﻪ ﻛﯥ ﻣﯥ ﺷﻴﻦ ﺷﻮ ﺟﺎﻧﺎن‬
‫ﻻ ﺧـــــــﻮ ﻧـــﻮر ﻫــﻢ راﺗﻪ رﻧګﻴﻦ ﺷﻮ ﺟﺎﻧﺎن‬

‫ﺧـــــﺪاﯦږو ﭼﯥ ﻧﻦ ﺧﻮ ﺑﯥ ﺟﻮړي ښﻜﺎري‬


‫ﭼﯥ ﺷﻴﻨﻜﻰ ﺧﺎل دې ﭘﻪ ﺟﺒﻴــﻦ ﺷﻮ ﺟﺎﻧﺎن‬

‫د رﻗـــــﻴـــــــﺒـــــــــﺎﻧــــــــــﻮ څـــــــﻪ ﭘﺮوا ﻟﺮﻣﻪ‬


‫ﭼــــــــﯥ ﻣـــﯥ د ﻏﺎړې ﻟﻮﻧګﻴﻦ ﺷﻮ ﺟﺎﻧﺎن‬

‫ﻣــــــــــــﺎ وى راځــــــﻪ ﭼﯥ راﺗﺮﻏﺎړې وځﻮ‬


‫ﺟــــــــــﻮړ د ﺧــﻨﺪا ﻧﻪ راﺗﻪ ﺷﻴﻦ ﺷﻮ ﺟﺎﻧﺎن‬

‫اوس ﺑــــــــﻪ ﻳـــــــﯥ څـــﻨګﻪ ﻋﺒﺎدت ﻧﻪ ﻛﻮم‬


‫ﭼـــــــــــﯥ ﻫـــﻢ ﺳﺘﺎ او ﻫﻢ اﻣﻴﻦ ﺷﻮ ﺟﺎﻧﺎن‬

‫ﻧــــﻮر ﻳــــــــﯥ د ښـﻜﻠﻮ ﺑﻨﺪ ګﻲ ګړه ﻏﻮره‬


‫ﺳﺘﺎ ﻛﺎﻣﻪ وال ﻫﻢ ﺳﺘﺎ ﭘﻪ دﻳﻦ ﺷﻮ ﺟﺎﻧﺎن‬
‫‪/١٩٩٧‬ﻣﺎﺳﻜﻮ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬

‫ﻧـــــﻪ ﭘﻪ ﻫﻨﺪ ﻧﻪ ﭘﻪ ﻛﺎﺑﻞ ﻧﻪ ﭘﻪ ﻻﻫﻮر ﻳﻢ‬


‫د دﻧــــﻴـــﺎ ﻏﻤﻮﻧﻮ راﺷﻲ ﻧﻦ ﭘﻪ ﻛﻮر ﻳﻢ‬

‫زاﻫــــــﺪان څـﻠﻪ ﺗﻮﺑﯥ راﺑﺎﻧﺪې ﺑﺎﺳﯥ‬


‫ﻟـــــﻪ از ﻟــــﻪ ﺷـــــــﺮاﺑﻲ او ﺷﺮاﺑﺨﻮ ﻳﻢ‬

‫ﻓﺮﻋﻮﻧﻴﺎن او ﻳﺰﻳﺪان دې ټﻮل ﺧﺒﺮ ﺷﻰ‬


‫ﻻ ﺧﻮ ﭘﺎﺗﯥ ﭘﻪ دې ﺧﺎوره درى څﻠﻮر ﻳﻢ‬

‫ﺑﺪه دا وه ﻛﺎﻣـــــﻪ واﻟﻪ ﭼﯥ ﻫﻴڅ ﻧﻪ وى‬


‫ښﻪ ﺧﻮ دا ده ﭼﯥ د ښـــﻜﻠﻮ د ﭘﻴﻐﻮر ﻳﻢ‬

‫‪١٩٩٧‬‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬

‫څﻮﻣﺮه ﭼﯥ ﻣﻴﻨﻪ ﻛﯥ ﭘﺎګﻞ ﺷﯥ ﺳړى‬

‫ﺋـــــــــــﻠــــــﻪ ﺳړﻳﻮ ﻛﯥ ﺷﺎﻣﻞ ﺷﯥ ﺳړى‬

‫ﻣﺎ ﺗــــــــﻪ ﭘﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﻛﯥ داﻏﻮره ښﻜﺎرې‬

‫دﭘــــﻴــــــــــﻐﻮروﻧﻮ ﭼﯥ ﻗﺎﺑﻞ ﺷﯥ ﺳړى‬

‫دﻗـــــﺮﺑـــــــﺎﻧـــــۍ اﻧﺘﺨﺎب ښﻪ وې ﻣﺪام‬

‫ﻛﻠﻪ ﭼﻪ ورك ﺷﯥ ﻧﻮ ﺣﺎ ﺻﻞ ﺷﯥ ﺳړى‬

‫ﻗـــﺴـــﻢ ﭘﻪ ﺧﺪاى ﭼﯥ ﺑﺪ رﻧګﯥ ﻧﻪ ﻟﺮې‬

‫ﭘﻪ ﻃـــــﺮﻳﻘﺖ ﻛﯥ ﭼﯥ ﺷﺎﻣﻞ ﺷﯥ ﺳړى‬

‫ﻟﻨﺪن ‪٢٠٠٣‬‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬

‫د ﺗﻮرې ﺷﭙﯥ ﭘﻪ ﻏﻴږ ﻛﯥ ﻣﯥ ﺳﺤﺮ ﭘـــﻪ ژړاﺷﻮ‬


‫د ﺟــﺎﻧـــﺎن ﺧــﺎﻟﻲ ﻻﺳﻮﻧﻪ ﻣﯥ اﺧﺘــــﺮ ﭘﻪ ژړا ﺷﻮ‬

‫ﻧــــﺎوې د رڼـــﺎ ﺗﺮﯦﻨﻪ د ﻗﺎف دﯦــــﻮاﻧــﻮ ﻟﻮټ ﻛړه‬


‫د ﻛـــﻠـﻲ ﺷـــﺎړ ګﻮدر ﺗﻪ ﻣــــﯥ ځـــﻴګﺮ ﭘﻪ ژړا ﺷﻮ‬
‫ﻣﺎ ﭼﻰ ﭘﻪ ﺳﻠګﻮﺳﻠـــګـــﻮ ﻛــﻴﺴﻪ ورﺗﻪ ﻛړه ﺗﯧﺮه‬
‫ﻗـــﺴــﻢ ﭼــﯥ ټـــﻮل ﻣــﺤـﻔﻞ راﺳﺮه ﺳﻢ ﭘﻪ ژړا ﺷﻮ‬
‫ﭼﻰ ﺑﻴﺎ ﭘﻜﯥ د ﭘﻴﻐﻠﻮ د ﺑﻨګړو ﺷﺮﻧګﺎ وﻧﻪ ﺷﻮه‬
‫ﺧــــړي ﻣــﺎزﻳــــګـــﺮ ي ﺗــﻪ ﻣﻰ ګﻮدر ﭘﻪ ژاړه ﺷﻮ‬
‫واﷲ ﻛﺎ ﺑﻪ ﭼﺎ ﻛړى وي ﺗﭙﻮس زﻣﻞ د اوښـﻜﻮ‬
‫دا دوﻣﺮه ﻟــــﻮى ﺟــــﻬـﺎن ﻣﻰ ښﻪ ﺧﺒﺮ ﭘﻪ ژړا ﺷﻮ‬
‫آه دې ﭘــــــــﺮوﻳـــــﻨـــــــﻮ ﻧــــــــﻨـــــﻴــــــــــﻮ ﻧــــــﺎروا ﺗﻪ‬
‫ﻃﺎﻟـــﺐ و ﻛــﻪ ﻣـــــــﻼ و ﭘــﻪ ﻣــــﻤﺒــــــﺮ ﭘﻪ ژړا ﺷﻮ‬
‫څـــــﻮﻛــــﻪ ﻣـــﯥ زړګﯥ ﺗﻪ ﺗﺴﻠﯥ ورﻛړه و ﻧﻪ ﺷﻮ‬
‫زﻣـﺎ ﭘﻪ ﺳـــــﻮو ﺳــﺎﻧﺪو ﺳﻤﻪ او ﻏﺮ ﭘﻪ ژړا ﺷﻮ‬
‫ﻧﻦ ﻣﯥ ﻛﺎﻣﻪ واﻟﻪ ﭘـﻪ دې وران وﻳﺠﺎړ ﻣﺎﻟﺖ ﻛﯥ‬
‫رﻳښﯥ رﻳښﯥ ګـﺮﻳـــــﻮان ﺗﻪ ﻣﯥ دﻟﺒﺮ ﭘﻪ ژړا ﺷﻮ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﺷﻮﻟﻪ دﻧﻈﺮه‬
‫راﺗﻪ ښﻜﺎرﻳږې ﻟﻪ ﻧﻈﺮه ﺷـــــــــــــــــــــﻮﻟﻪ‬

‫ﭼﯥ ﻗﺎﻓﻠﻪ ﻣﻮ ﺑﻰ رﻫـــــــــﺒـــــــﺮه ﺷـــﻮﻟﻪ‬

‫ﻛﻪ ﻣﻮ ﺗﺮى ډﻳﺮ ﺳﺮوﻧﻪ ځﺎر ﻛړه ﺧﻮ ﻻ‬

‫ﺧﺒﺮه ﺗﻴﺮه ﻫــــــــــــــــــﻢ ﻟﻪ ﺳــــــــﺮه ﺷﻮﻟﻪ‬

‫ﻛﺎروان ﻳﯥ وداړه ﭘــــــــﻪ ﻧﻴﻤﻪ ﻻر ﻛﯥ‬

‫ﭼـــــــــﯥ دادﻧـــــﻴــــﺎ ﭘﺮى راﺧﺒﺮه ﺷﻮﻟﻪ‬

‫ﻣــــــــﺎ ﺧﻮ ګټﻠﻰ ﺗﺮ اټﻜﻪ ﭘــــــــــــــﻮرې‬

‫اوس راﺗــــــﻪ ﭘﻴښﻪ ﻟﻪ ﻣﺎﻫﻴﭙﺮه ﺷﻮﻟﻪ‬

‫دﻛـــــﻮم ﻇﺎﻟﻢ ښﻜﺎرې ﻟﻪ ﻻ ﺳﻪ ﺧﻠﻜﻮ‬

‫دﺧﻴﺎل ﻣﺮﻏﻰ ﻣﯥ ﺑﯥ وزره ﺷـــــــــــﻮﻟﻪ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫ﻏﺰل‬
‫ګــــــﻮزاره ﻧــــﻪ ﺷﯥ اوس د ﺑﻨګﭙﻪ ﻧﺸﻮ‬

‫ﭼــــــﯥ اﻣﻮ ﺧﺘﻪ ﺷﻮم د ﻟﻮﻧګ ﭘﻪ ﻧﺸﻮ‬

‫ﻣـــــــــــــﺎ ﺗــــــــــﻪ ﺧﺒﺮى دﻏﻴﺮت ﻛﻮه ﺗﻞ‬

‫زه ښﻪ ښــــــــــﻜــﺎ رﻳږﻣﻪ دﻧﻨګ ﭘﻪ ﻧﺸﻮ‬

‫ډك ډك ﺟـــــــﺎﻣﻮﻧﻪ ﻣﯥ ﭘﻪ ﺳﺮ واړوى‬

‫ﭘﺮﻳږ دى ﭼﻪ ښﻪ ﺷﻤﻪ ﺑﺪ رﻧګ ﭘﻪ ﻧﺸﻮ‬

‫ﻧـــــــﻦ ﻳــــــــــﯥ ﻣﻴﻨځﻢ دﻣﺤﺒﺖ ﭘﻪ اوﺑﻮ‬

‫ﻟﻪ زړګـــــــــﯥ ﻟﺮى ﻛړﻣﻪ زﻧګ ﭘﻪ ﻧﺸﻮ‬

‫ﭼﻴﺮﺗـــــــﻪ دى ﭘﻮرى زﻳﺎ رﺗﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې‬

‫ﻛﺎﻣﻪ وال ګﺮځﯥ اوس ﻣﻠﻨګ ﭘﻪ ﻧﺸﻮ‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬


‫دﻋﺎ‬
‫ﻧﺸﺘﻪ ﻫﻐﻪ ﻣﻮر ﭼﻲ ﭘﻪ رښﺘﻴﺎ ﻻﺳﻮﻧﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړي‬

‫ﻣﺎﭘﺴﻲ ﺑﻪ څﻮك اوس ﭘﻪ دﻋﺎ ﻻﺳﻮﻧﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړي‬

‫ﻏﻼم ﻣﺤﻤﺪ ﮐﺎﻣﻪ وال‬ ‫د زړه ﻟﻠﻤﻪ‬

You might also like