Professional Documents
Culture Documents
Phaqa
Phaqa
Phaqa
2
ألوضوء(اودس) ألفقة
.ژباړه :هللا ج نه قبلوي لمونځ یو له ستاسو څخه مګر په پاکوالي(اوداسه) سره
.د اوداسه واجبېدو صورتونه :دوه دي
.ـ د بیت هللا شریف طواف لپاره اودس درلودل واجب دي۱
.ـ د قرآنکریم لمس کولو لپاره اودس درلودل واجب دي۲
هللا ج فرمایې :ال َی َم ُّس ُه إالَّ ْال ُم َط ِّهرُون.الواقعة۷۹
.ژباړه :نه له یې مسحه کوي(قرآن کریم) مګر پاک خلک
د اوداسه سنت کېدو صورتونه :دوه دي
ـ د خوب څخه مخکی اودس کول سنت دي ،رسول هللا ص د خوب څخه مخکی۱
.اودس کول او اوداسه سره ویده کېدل د ټولې شپې عبادت په معنی بللی دی
.ـ د غسل څخه مخکی اودس کول سنت دي۲
د اوداسه مستحب (غیرمؤکده سنت) کېدو صورتونه :یوولس دي
ـ هر وخت په اوداسه اوسېدل سنت عمل دی ،رسول هللا ص به دائما په اوداسه۱
اوسېده ،او رسول هللا ص دا عمل چی انسان دائما په اوداسه اوسي د ټولې ورځې
عبادت کولو په معنی بللی دی ،هللا متعال دی مونږ ټولو ته توفیق عمل پرې
.راکړي
.ـ د اذآن کولو لپاره اودس کول هم مستحب عمل دی۲
ـ د خطبې ویلو لپاره که د جمعې خطبه وي یا د نکاح کولو خطبه اودس کول۳
.مستحب عمل دی
.ـ د دیني تدریس کولو لپاره اودس کول مستحب دی۴
.ـ د هللا جل جالله د ذکر کولو لپاره اودس درلودل هم مستحب دی۵
ـ د خوب څخه د رابېدارېدو په وخت اودس کول مستحب عمل دی او کوښښ۶
.باید وشي چی د اودس کولو سره دوه رکاعته لمونځ هم اداشي ډېر لوي اجر لري
.ـ مړي ته د غسل ورکولو څخه وروسته اودس کول هم مستحب دی۷
ـ حج ته د تلو په وخت عرفات مېدان کی په پاته کېدو کی اودس کول هم۸
.مستحب دی
.ـ د روضې مبارکې زیارت کولو لپاره اودس مستحب دی۹
.ـ د صفامروا سعي په وخت اودس درلودل مستحب دی۱۰
.ـ د خوراک کولو نه مخکی اودس کول مستحب دی۱۱
.د اوداسه فرائض :څلور دي
ـ د ټول مخ مینځل :د تندي وېښتانو د بېخونو څخه د زنې الندې حصې پورې او د
.یو غوږ د نرمي څخه د بل غوږ تر نرمي پورې فرض دی
3
ألوضوء(اودس) ألفقة
اغسِ لُوا وُ جُو َهکُ ْم .هللا ج فرمایېَ :ف ْ
.ژباړه :پس مخونه مو ومېنځئ
.ـ د دواړو السنونو مینل :تر څنګلو پورې وینځل فرض دی
لی ْال َم َراف ِِق .هللا ج فرمایېَ :و أ ْی ِد َیکُ ْم إ َ
.ژباړه :او السونه (ومېنځئ) تر څنګلو پورې
.ـ د سر مسحه کول :څلورمه برخه د سر مسحه کول فرض دی
امْسحُوا ِب ُرءُوسِ کُ ْم .هللا ج فرمایېَ :و َ
.ژباړه :او پخپلو سرونو مسحه وکړئ
.ـ د دواړو پښو مینځل :تر بجلکو پورې د دواړو پښو مینځل فرض دی
.هللا ج فرمایېَ :وأرجُو َلکُ ْم إ َلی ْالکَعْ َبی ِ
ْن
.ژاړه :او پښې مو(ومېنځئ) تر بجلکو پورې
.د اوداسه ســنــتـــونه :څوارلس ۱۴دي
.ـ نیت کول په زړه کی سنت مؤکد دی ،او په ژبه نیت ویل مستحب دی۱
.ـ بسم هللا الرحمن الرحیم ویلو سره اودس شروع کول۲
.ـ دواړو السونو پاک مینځل۳
.ـ (د خولې مینځل)مضمضه کول۴
.ـ (د پوزې مینځل)استنشاق کول۵
.ـ مسواک استعمالول۶
.ـ ږيره خاللول۷
.ـ د السونو او پښو ګوتې خاللول۸
.ـ د ټول سر مسحه کول۹
.ـ د دواړو غوږونو مسحه کول۱۰
.ـ مواالت(ترتیب) سره اودس کول۱۱
.ـ د یو اندام څخه وروسته دستي بل اندام مینځل ترڅو مخکینی اندام وچ نشی۱۲
.ـ هرغړۍ درې ځله مینځل او د مینځلو په وخت تدليك(کوښل) کول۱۳
.ـ د اوداسه په آخر کی مسنونې دعاءګانې لوستل۱۴
.د اوداسه مستحبات(غیر مؤکد سنتونه) :چی باید ډېره پاملرنه ورته وشي
.ـ په لوړ ځای اودس کول۱
.ـ د اوداسه په وخت قبلې ته مخ کول۲
.ـ اودس پخپله کول پرته له ضرورته د بل چا څخه مرسته نه غوښتل۳
.ـ په ښۍ الس خوله۴
4
ألوضوء(اودس) ألفقة
.ـ پښې په چپ الس مینځل او په ښۍ الس اوبه پرې اچول۵
د اوداسه مکروهات
.ـ د اوداسه سنت او ادآب پرېښودل او یا د هغه خالف عمل کول۱
.ـ له اړتیا څخه زیاتې اوبه مصرفول۲
.ـ دومره لږې اوبه مصرفول چی اندامونه پرې سم المده نشي۳
.ـ د اوداسه په حالتـ کی بې اړتیا خبرې کول۴
ـ د اوداسه په حالتـ کی اندامونو ته اوبه په زوره اچول چی باعث د بادولو او۵
.ازیت کېدلو کېږي
.ـ د درې ځلو څخه زیات د اندامونو مینځل۶
.ـ د یو ځل څخه زیات مسحه کول۷
.ـ د اوداسه په آخر کی د السونو څخه اوبه څنډل۸
.د اوداسه نواقص :په دوه ډوله دي
.ـ چی د بدن څخه راوځي۲ .ـ چی د بېرون څخه په انسان راځي۱
:چی د بدن څخه راوځي ـ په الندې ډول دي
.ـ دی بدن څخه د بولوغائطه موادو یا هوا وتل
.ـ د بدن څخه وینه وتل هغه که د هرې حصې څخه وي
.ـ وینه زوې د قۍ په شکل وتل
ـ په ډکه خوله قۍ کول که یوځل په ډکه خوله نه وي څوڅوځله لږلږ وي چی ډکه
.خوله کېږي هم ماتېږي
.ـ د شهوت پرته مني وتل
ـ د سترګو له مرض یا تکلیف له امله د سترګو څخه اوبه یا خیرې وبهېږي تودس
.پرې ماتېږي او که تل معذوره وي بیا نه ماتېږي ورته رخصت دی
ـ د ښځو د سینې د درد له امله د شیدو پرته نورڅه راووځي هم اودس پرې
.ماتېږي
.ـ د استحاضې په وینه او مزي په وتلو سره اودس ماتېږي
:چی د بېرون څخه په انسان راځي ـ په الندې ډول دي
.ـ په خوب کولو سره اودس ماتېږي
.ـ په بې هوشي یا نشه کولو سره اودس ماتېږي
.ـ هغه کارونه چی د انسان هوش او هوس پکی پاته نه شي اودس یې ماتېږي
.ـ په لمانځه کی په قهقهې خندا سره اودس ماتېږي
.ـ د ځانګړو اندامونو په یوځای کېدلو سره اودس ماتېږي
5
ألوضوء(اودس) ألفقة
6
ألوضوء(اودس) ألفقة
د مسحې وخت :د مقیم لپاره یوه شپه او ورځ دی ،او د مسافر لپاره درې شپې او
.ورځې دی
:د مسحې باطلونکي شیان په الندې ډول دي
.ـ که موزې ووېستل شي یا سورۍ شي مسحه باطلېږي
.ـ چی موزې یې په پښو وي خو زیاته برخه یې لمده شي
.ـ چی د مسحې وخت ختم شي
غـســـــــــل
.لغت :کی د ټول بدن مینځلو ته غسل وایې
اصطالح :کی د حکمي او حقیقي ناپاکي لرې کولو او د اجر وثواب حاصلولو
.لپاره د ټول بدن مینځلو ته غسل ویل کېږي
7