Download as pdf or txt
Download as pdf or txt
You are on page 1of 19

‫د تابعیت حق‬

‫په یوه یا دوو دولتونو پورې تړلتیا ته تابعیت وایي‪ .‬تابعیت د افرادو له اساسي حقونو څخه دی‪ .‬هر‬
‫وګړی حق لري‪ ،‬چې په یو یا دوو دولتونو پورې تړلی وي‪.‬‬

‫لومړی مطلب‪ -‬تعریف‪:‬‬


‫تابعیت په لغت کې یوه عربي کلمه ده‪ ،‬چې د تبع له کلمې څخه اخیستل شوې ده او د پیروي کولو‬
‫په مانا ده‪.‬‬

‫د حقوقو په اصطالح کې څوک چې تابعیت نه لري د اپاترید او څوک چې تابعیت لري د تبعه یا‬
‫ښاري په نوم باندې یادیږي‪.‬‬

‫د تابعیت لپاره یو جامع تعریف په دې ډول سره لیکلی شو‪":‬تابعیت یوه حقوقي‪ ،‬سیاسي او معنوي‬
‫اړیکه ده‪ ،‬چې له مخې یې یو وګړی له دولت سره تړل کیږي‪".‬‬

‫حقوقي اړیکه په دې ده‪ ،‬چې د تابعیت په اساس یو وګړي ته یو لړ حقوق ایجادیږي‪ ،‬سیاسي په دې‬
‫ده‪ ،‬چې د یو دولت له قدرت څخه سرچینه اخلي او معنوي په دې ده‪ ،‬چې که یو وګړی د کوم هېواد‬
‫تابعیت ولري‪ ،‬نو د هغه هېواد سره خامخا مینه او عالقه پیدا کوي‪(.‬د مینې او عالقې درلودل او‬
‫اظهارول شرط ندي‪ ،‬ځکه چې که یو څوک د دویم هېواد تابعیت السته راوړي‪ ،‬نو دی بیا د لومړني‬
‫هېواد سره مینه او عالقه نه اظهاروي‪).‬‬

‫د تابعیت د ښې پېژندنې لپاره الندې ټکي په پام کې نیسو‪:‬‬

‫‪ ‬تابعیت یوازې د یو هېواد په وګړو پورې اړه لري‪.‬‬


‫‪ ‬د تابعیت حق د وګړي او دولت تر منځ اړیکه را منځ ته کوي‪.‬‬
‫په تابعیت کې یو لوري ته وګړی او بل لوري ته حکمي شخصیت قرار لري‪.‬‬ ‫‪‬‬

‫د مالي حقوقو له نظره تابعیت هغه رابطه ده‪ ،‬چې له تعهد او ژمنې څخه را پیدا کیږي او د مالیاتو د‬
‫ډول او نوعې ټاکل او وضع کول او اخیستل پر همدې بنسټ ټاکل کیږي‪.‬‬

‫‪1‬‬
‫د تابعیت د پیدایښت تاریخچه‬
‫دا چې تابعیت د دولت او عادي وګړو تر منځ اړیکه ټینګوي‪ ،‬نو د دولت په پآم کې نیول سره تابعیت‬
‫په عمومي نړیوالو اړیکو پورې تړلی دی او که چېرې یې د عادي وګړي له مخې په پام کې ونیسو‪،‬‬
‫نو ویلی شو چې تابعیت په خصوصي نړیوالو اړیکو پورې اړه لري‪ .‬تابعیت په خپله دومره ډېره اوږده‬
‫مخېنه نه لري‪ ،‬بلکه له تېرو دوو پېړیو راهیسې د هېوادونو په سیاسي او حقوقي سیستمونو کې‬
‫دغه خبره را ننوتې ده او د هېوادونو د تابعیت په برخه کې یې بېالبېل قوانین را منځ ته کړي دي‪ .‬له‬
‫دې څخه څرګندیږي‪ ،‬چې تابعیت له تېرو دوو پېړیو څخه شتون نه درلود او مخېنه یې د عمومي‬
‫نړیوالو اړیکو مخېنې ته رسیږي‪ .‬اه په دې مانا سره دي چې کله په هېوادونو کې عمومي نړیوال‬
‫حقوق را منځ ته شوي دي‪ ،‬نو ورسره سم تابعیت هم را منځ ته شوی دی‪.‬‬

‫د دولتونو نننۍ بڼه د ‪ ۱۷‬مې میالدي پېړۍ څخه را پدېخوا را منځ ته شوې ده او ملت جوړونې هم تر‬
‫همدې نېټې را پدېخوا نوې بڼه پیدا کړې ده‪.‬‬

‫په دقیق ډول سره ویلی شو چې تابعیت په ‪۱۸۰۷‬م کال کې د فرانسې د مدني قانون سره په پام کې‬
‫ونیول شو‪ .‬تر دې وروسته د نړۍ نورو هېوادونو هم په خپلو قوانینو کې تابعیت ته ځانګړی ځای‬
‫ورکړ‪ .‬له یاده د نه وي وتلي چې د نړۍ په بېالبېلو هېوادونو کې تابعیت بېالبېلې مخینې لري‪.‬‬

‫په ځینو هېوادونو کې تابعیت له مذهب‪ ،‬په ځینو نورو کې له نژاد‪ ،‬ژبې‪ ،‬او په ځینو نورو کې یې بیا‬
‫له خاورې څخه سرچینه اخیسته‪ .‬د تاریخ په بېالبېلو کتابونو کې تابعیت د ملت‪ ،‬ملیت‪ ،‬اوسیدنې‬
‫یا شهروندۍ او امت پّ نومونو هم یاد شوی دی‪ .‬په ننني وخت کې ورته د تابعیت اصطالح کارول‬
‫کیږي‪.‬‬

‫دویم مطلب‪ -‬د تابعیت ځانګړنې‪:‬‬

‫‪2‬‬
‫الف) تابعیت یوه سیايس اړیکه ده‪ .‬ځکه دغه اړیکه د دولتونو له حاکمیت څخه سرچینه اخلي او‬
‫تابعیت څرګندوي‪ ،‬چې کوم وګړی د هېواد اتباع ګڼل کیږي‪ .‬دولتونه د تابعیتي قوانینو د د تدوین‬
‫په مهال باندې سیاسي موخو ته پوره پاملرنه کوي‪.‬‬

‫له همدې امله یو هېواد د اساسي قانون د تصویب پر مهال باندې د تابعیت موضوع ته پوره پاملرنه‬
‫کوي‪.‬‬

‫ب) تابعیت یوه نړیواله اړیکه ده‪ .‬تابعیت نړیواله موضوع ده چې په نړیواله توګه په خپلواک هېواد‬
‫پورې کوم وګړی تړاو ولري نو په نړیوالو موضوعاتو کې ځانګړې توجه ورته کیږي‪ .‬دغه تابعیت‬
‫وګړي ته په نړیواله توګه دا حق ورکوي چې په موضوعاتو کې له یوه هېواد څخه په کورنیو او‬
‫نړیوالو اړیکو کې مالتړ وکړي‪.‬‬

‫ج) تابعیت یوه کورنۍ اړیکه ده‪ .‬همدا هېوادونه دي چې د قوانینو د څرګندولو پر مهال دا په ګوته‬
‫کوي چې کوم ډول وګړي د هېواد اتباع ګڼل کیږي‪ .‬له همدې امله یو وګړی حق تر السه کوي چې په‬
‫ملي موضوعاتو کې لکه رایه ورکول‪ ،‬نوماند کیدل‪ .....،‬کې ترې برخمن کیږي‪.‬‬

‫د) تابیعت یوه حقوقي اړیکه ده‪ .‬د تابعیت اړیکه په ملي او نړیوالو اړیکو کې یو وګړی په ځینو‬
‫حقونو او مکلفیتونو مکلفوي‪ .‬لکه‪ :‬زده کړې‪ ،‬خدمت‪ ،‬د قوانینو درناوی‪ ،‬له هېواد څخه دفاع او‬
‫نور‪.‬‬

‫هـ) تابیعت یوه معنوي اړیکه ده‪ .‬پدې مانا چې کله یوڅوک په یو هېواد پورې وتړل شي نو له هماغه‬
‫هېواد سره مینه او عالقه پیدا کوي‪ .‬نو له دې امله ضروري نه ده چې یو وګړی دې د هماغه هېواد‬
‫تابعیت ولري په کوم کې چې زېږېدلی یا لوی شوی‪ .‬دی کولی شي چې د هغه هېواد تابعیت واخلي‬
‫له کوم سره چې مینه لري‪.‬‬

‫درېیم مطلب‪ -‬د د تابعیت د السته رواړلو اصول‪:‬‬


‫هر هېواد اړ دی چې د تابیعت د ورکولو لپاره ځینې اصول او قواعد وضع کړي‪.‬‬

‫‪3‬‬
‫لومړی‪ -‬هر وګړی باید تابعیت ولري‪ .‬دا چې یو کس ته د ټول حقوق او مسئولیتونه رسیدلي وي یا دا چې‬
‫یو څوک باید څرګند شي چې په کوم ځای کې زیږیدلی یا د کوم ځای دی‪ ،‬نو دی باید خامخا‬
‫تابعیت ولري ‪ .‬تر څو چې ټول حقونه او مکلفیتونه یې خوندي پاتې شوي وي‪.‬‬

‫دویم – هر څوک باید یو تابعیت ولري‪ .‬دا اصل په دې مانا سره ندی چې هر څوک کولی شي چې‬
‫بېالبېل یا زیات تابعیتونه ولري‪ .‬د زیاتو تابعیتونو درلودل په کورنۍ او نړیواله کچه زیاتې‬
‫ناعادي وضعې رامنځ ته کوي‪ .‬لکه چې په عسکري خدمت کې دوه ګونی تابعیت زیاتې ستونزې‬
‫رامنځ ته کوي‪.‬‬

‫درېیم‪ -‬تابیعت یوه تلپاتې اړیکه نده‪ .‬ددې اصل له مخې باید داسې فرض نه شي چې تابعیت یوه‬
‫تلپاتې او دایمي اړیکه ده‪ .‬تابعیت د یو فرد له فطري حقوقو څخه شمېرل کیږي‪ .‬هر څوک کولی شي‬
‫چې د یوه هېواد تابعیت ترک او د بل هېواد تابعیت تر السه کړي‪ .‬یعنې د تابعیت د اخیستلو سره‬
‫تبعه شخص ته د پرېښودلو او بدلولو الره پرانیستې ده‪.‬‬

‫څلورم‪ -‬د تابعیت د السته راوړلو الرې چارې‪ .‬په نړیواله کچه د تابعیت د السته راوړلو لپاره له دوو‬
‫طریقو څخه ګټه اخیستل کیږي چې یوه یې د وینې او بله یې د خاورې په اساس کیږي‪.‬‬

‫الف) د وینې له مخې د تابعیت السته راوړل‪ :‬ده هغه سیستم دی چې پکې یو ماشوم د والدینو له‬
‫مخې ټاکل کیږي‪ .‬دا په دې مانا دی چې یو ماشوم له پیدا کیدو سره سم د مور او پالر تابعیت ته‬
‫شاملیږي‪ ،‬خو په دې مانا سره هم ندی چې د ماشوم تابعیت په توکم پورې اړه لري او د وینې اصل‬
‫له نژاد سره توپیر لري‪ .‬د ټولنپوهنې له نظره د وینې سیستم له نژاد سره کوم پیوند نه لري‪ .‬مثال له‬
‫چېرې یوه امریکایي کورنۍ د افغانستان تابعیت ترالسه کړي نو د دوی اوالدونه افغاني ګڼل‬
‫کیږي حال دا چې اصلي نژاد یې امریکایي دی‪.‬‬

‫ب) د خاورې له مخې د تابعیت السته راوړل‪ :‬پدې سیستم کې د یو وګړي تابعیت د هغه د تولد له‬
‫سیمې څخه کیږي‪ .‬دا چې هر څوک د یو هېواد په قلمرو کې ژوند کوي نو چې کوم ماشوم یې‬
‫وزېږي‪ ،‬سمدالسه د هماغه هېواد په اتباعو کې شمېرل کیږي‪ .‬د نړۍ زیات شمېر هېوادونه لدې‬

‫‪4‬‬
‫طریقې څخه پیروي کوي‪ ،‬چې په کوم هېواد کې ماشوم وزېږي نو سمدالسه یې د هماغه هېواد تبعه‬
‫شماري‪.‬‬

‫په دې سیستمونو کې ځینې ستونزې هم شته‪ .‬لکه که د وینې په سیستم کې یو ماشوم وزېږي(په‬
‫داسې حال کې چې د بل هېواد وګړي په کوم بل ځای کې تابعیت اخیستی وي) نو د مور او پالر او‬
‫همداشان د پیدا کیدو د ځای دواړه تابعیتونه تر السه کولی شي؛ همداشان که د خاورې په سیستم‬
‫کې یو ماشوم وزېږي(چې د یو هېواد وګړي په بل هېواد کې تابعیت اخیستی وي) نو بیا هم دواړه‬
‫تابعیتونه تر السه کولی شي‪.‬‬

‫پنځم مطلب‪ -‬د تابعیت ډولونه‬


‫ب) دوه ګونی‬ ‫تابعیت دوه ډولونه لري‪ :‬الف) یوه ګونی‬

‫الف) یوه ګونی تابعیت‪ :‬دا په دې مانا چې یو کس د یو هېواد تابعیت په رسمي ډول سره ولري او په‬
‫هر ځای کې یوازې د هماغه هېواد له ګټو څخه دفاع وکړي‪.‬‬

‫ب) دوه ګونی تابعیت‪ :‬دا په دې مانا چې یو کس په رسمي ډول د یو هېواد نه بلکه د دوه وو‬
‫هېوادونو تابیعت ولري او دغه کار د تابعیت د قوانینو سره په ټکر کې راځي‪ .‬دغه عمل د تابعیت د‬
‫دوه وو اصولو سره په ټکر کې راځي‪.‬‬

‫لومړۍ فقره‪ -‬د دوه ګوين تابعیت ګټې او زیانونه‪:‬‬


‫دوه ګونی تابعیت هم ګټې لري او هم زیانونه چې دلته یې دواړه تر مطالعې الندې نیسو‪:‬‬

‫الف) د دوه ګوين تابعیت ګټې‪ :‬دوه یا زیات تابعیتونه ددې سبب کیږي چې یو څوک د هغو حقونو‬
‫څخه په څو ځایونو کې برحمن شي کوم چې د تابعیت له وجې موجودیږي‪ .‬مثال د افغانستان د‬
‫اساسي قاونو له مخې بهرنیان نشي کولی چې په افغانستان کې عقاري مالونه لکه ځمکې واخلي‬
‫خو که یو بهرنی د افغانستان تابعیت ولري نو کولی شي چې دا کار تر سره کړي‪ ،‬د همدې مسئلې‬
‫په پام کې نیولو سره یو شخص کولی شي چې د دوه تابعیتونو په وجه په دوو هېوادونو کې ځمکې‬
‫واخلي‪ .‬یا ځینې وخت ځینې هېوادونه مالیې معاف کوي نو سخص کولی شي چې هماغه هېواد ته‬

‫‪5‬‬
‫میالن وکړي او همالته استوګنه وکړي‪ .‬یا که چېرې په یوه هېواد کې امنیتي ستونزې راپیدا شي‬
‫نو شخص کولی شي چې د دوه ګوني تابعیت د درلودو په صورت کې له یو هېواد څخه بل هېواد ته‬
‫الړ شي او ځان په امنیت کړي‪ ،‬هغه خلک چې غواړي د علمي څېړنو لپاره یا د سیل او سیاحت‬
‫لپاره سفر تر سره کړي نو که د هماغه هېواد تابعیت ولري نو په ډېرو کمو پیسو سره ټکټ تر السه‬
‫کولی شي‪ .‬یا داسې چې یو سړی د افغانستان او امریکا دواړو تابعیتونه لري نو که چېرې دی‬
‫وغواړي چې ایران ته سفر وکړي دی نشي کولی چې د امریکې په پاسپورټ سره ایران ته په اسانۍ‬
‫سره سفر وکړي دی باید د افغانستان له تابعیت څخه ګټه واخلي‪ ،‬یا که یو شخص په یو هېواد کې‬
‫سرمایه ګزاري وکړي او د وخت په تېریدو سره د هېواد مالیات لوړ شي نو شخص کولی شي چې د‬
‫دوه ګوني تابعیت په درلودلو سره خپله سرمایه د یو هېواد څخه بل هېواد ته انتقال کړي‪.‬‬

‫ب) د دوه ګوين تابعیت زیانونه‪ :‬هر هېواد خپلو وګړو ته په زیاته اندازه امتیازات ورکوي‪ .‬نو که‬
‫چېرې یو وګړی دوه یا زیات تابعیتونه ولري نو د زیاتو تابعیتونو څخه محرومیږي‪ .‬مثال په‬
‫افغانستان کې د دوه ګوني تابعیت درلودونکی نشي کولی چې ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړي یا‬
‫وزارت وکړي او داسې نور‪ .‬بله ده چې که یو وګړی د دوه وو هېوادونو مثال الف او ب دواړو‬
‫تابعیت ولري او همدغه شخص د الف هېواد څخه ب هېواد ته الړ شي نو ب هېواد د همدغه شخص‬
‫لپاره دیپلوماټیکي ترتیبات نه نیسي او کیدای شي چې د عدلي ارګانونو تر تعقیب الندې هم‬
‫راشي‪ .‬همداشان که یو شخص د دوه وو هېوادونو تابعیت ولري نو نشي کولی چې عسکري خدمت‬
‫تر سره کړي‪ ،‬د خلکو نماینده ګي وکړي‪ .‬ځینې هېوادونه له افرادو څخه مالیې غواړي چې دا کار د‬
‫دوه ګوني تابعیت درلودونکی مکلفوي چې په دواړو هېوادونو کې مالیات ورکړي‪.‬‬

‫شپږم مطلب‪ -‬تابعیت حق د افغانستان د قوانینو له نظره‬


‫تابعیت د افغانستان په ټول قوانینو کې راغلی دی‪ .‬د حامد کرزي د دورې اساسي قانون د هغې‬
‫لویې جرګې له لوري تصویب شو چې د ‪۱۳۸۲‬ل کال د قوس له ‪ ۲۲‬مې د جدي تر ‪ ۱۲‬مې پورې‬
‫راغوښتل شوې وه‪ .‬د اساسي قانون څلورمه ماده بیانوي چې هر هغه څوک د افغانستان ملت بلل‬
‫کیږي‪ ،‬څوک چې د افغانستان تابعیت ولري‪ .‬د نوموړي مادې شپږمې فقرې له مخې د تابعیت‬

‫‪6‬‬
‫موضوع بیا ځانګړي قانون ته سپارل شوي ده چې له مخې یې ځانګړی قانون را منځ ته شوی دی‪ .‬د‬
‫افغانستان د تابعیت قانون ‪ ۹‬مې مادې د وینې یا نسب تابعیت منلی دی‪.‬‬

‫د افغانستان تابعیت د السته راوړلو الرې چارې‬


‫بهرنیان کولی شي چې په الندې طریقو سره د افغانستان تابعیت په الس راوړي‪:‬‬

‫‪ ‬د وینې نظام له الرې‬


‫‪ ‬د خاورې نظام له الرې‬
‫‪ ‬د واده له الرې‬
‫‪ ‬د غوښتنې له الرې‬

‫اوس هر یو تر څېړنې الندې نیسو‪:‬‬

‫لومړی‪ -‬د وینې نظام له الرې د افغانستان تابعیت السته راوړل‬


‫د افغانستان د تابعیت قانون له مخې لیکلی شو‪(:‬هغه څوک چې په افغانستان کې د ننه یا له هېواد‬
‫څخه بهر له افغاني مور او پالر څخه وزېږي‪ ،‬د افغانستان تبعه بلل کیږي)‪ .‬لدې مادې څخه‬
‫مالومیږي چې افغانستان د وینې سیستم منلی دی‪ .‬همداشان د افغانستان تابعیت قانون ‪ ۱۱‬مه‬
‫ماده لیکي( هغه څوک چې له داسې مور ا پالر څخه پیدا شي چې یو له هغو څخه افغانی وي نو‬
‫ماشوم که په هېواد کې د ننه زېږېدلی وي یا په کوم بل هېواد کې د افغانستان تبعه بلل کیږي)‪.‬‬

‫لدې مادو څخه لیکلی شو چې که چېرې له والدینو څخه یې یو افغان وي او ماشوم که په هېواد کې‬
‫دننه زېږېدلی وي یا د باندې د افغانستان تبعه بلل کیږي‪.‬‬

‫دویم‪ -‬د خاورې نظام له الرې د افغانستان تابعیت السته راوړل‬


‫د افغانستان تابعیت قانون ‪ ۱۳‬مه ماده د خاورې سیستم د وینې سیستم د پوره کوونکي په توګه‬
‫منلی دی او داسې وضاحت لري‪ (:‬هغه ماشوم چې په افغانستان کې د بهرنیو والدینو څخه تولد‬
‫شیو تر ‪ ۱۸‬کلنۍ پورې په افغانستان کې پاتې شي او تر ‪ ۱۸‬کلنۍ بعد ‪ ۶‬میاشتې د بل هېواد د‬

‫‪7‬‬
‫تابعیت غوښتنه هم ونه کړي‪ ،‬نو دغه شخص د افغانستان تبعه بلل کیږي)‪ .‬باید یادونه وشي چې‬
‫سیاسیون‪ ،‬قونسلین او د بهرنیو سازمانونو غړي لدې مادې څخه مثتثنی دي‪.‬‬

‫د تبعیت قانون ‪ ۱۰‬مه ماده داسې لیکي‪ ( :‬که د ماشوم د تولد پر مهال له والدینو څخه یې یو د‬
‫افغانستان او بل یې د کوم بل هېواد تابعیت ولري نو ماشوم په الندې شرایطو سره د افانستان تبعه‬
‫بلل کیږي‪:‬‬

‫‪ ‬ماشوم د افغانستان په قلمرو کې پیدا شوی وي‪.‬‬


‫‪ ‬ماشوم بهر زېږېدلی وي خو له والدینو څخه یو یې په افغانستان کې دایمې استوکنه ولري‪.‬‬
‫‪ ‬ماشوم هم بهر زېږېدلی وي او والدین یې هم بهر استوګنه کوي‪ ،‬خو د دواړو په موافقه سره‬
‫ماشوم ته د افغانستان تابعیت انتخاب شي‪.‬‬

‫دریم‪ -‬د واده له الرې د افغانستان د تابعیت السته راوړل‬


‫د افغانستان تابعیت قانون ‪ ۳‬مې مادې ‪ ۲‬مې فقرې له مخې "بهرنی هغه څوک دی چې د افغانستان‬
‫تبعه نه وي یا هېڅ تابعیت ونه لري‪".‬‬

‫اوس که چېرې د افغانستان یو وګړی د بل هېواد د یوه وګړي سره واده وکړي نو په الندې ډول سره‬
‫کولی شي چې د افغانستان تابعیت واخلي‪:‬‬

‫‪ ‬د افغانستان د ‪ ۷‬مې مادې له مخې پخوانی تابعیت ترک کړي‪.‬‬


‫‪ ‬د تابعیت قانون ‪ ۱۸‬مې مادې له مخې د افغانستان دولت ته غوښتنلیک ورکړي‪.‬‬
‫‪ ‬که یو افغان د بل بې تابعیته وګړي سره واده وکړي نو د ‪ ۱۹‬مې مادې له مخې د تابعیت نه‬
‫درلودونکی شخص د افغانستان تبعه ګڼل کیږي‪.‬‬
‫‪ ‬که واده شوی شخص له افغان سره واده وکړي او اوالدونه ولري په داسې حال کې چې‬
‫اوالدونه یې د ‪ ۱۸‬کلونو څخه کوچني وي نو د افغانستان تابعیت قانون ‪ ۲۰‬مې مادې له‬
‫مخې ورته د افغانستان تابعیت ورکول کیږي‪.‬‬

‫‪8‬‬
‫دلته د افغانستان د تابعیت په قانون کې د پروتنیو مواردو اشخاص ندي په ګوته شوي چې نارینه‬
‫دی او که ښځینه‪.‬‬

‫څلورم‪ -‬د غوښتنې له مخې د افغانستان تابعیت السته راوړل‬


‫د افغانستان د تابعیت قانون ‪ ۱۴‬مې مادې له مخې بهرنیان د هغوی د ژبې‪ ،‬نژاد‪ ،‬تحصیل او جنس‬
‫په نظر کې نیول سره د الندې شرایطو له مخې د افغنستان تبعه کیدلی شي ‪:‬‬

‫‪ ‬د ‪ ۱۵‬مې مادې لومړۍ فقرې له مخې چې د ‪ ۱۸‬کلنۍ عمر یې پوره کړی وي‪.‬‬
‫‪ ‬د ‪ ۱۵‬مې مادې ‪۲‬مې فقرې له مخې غوښتنلیک وړاندې کړي‪.‬‬
‫‪ ‬د ‪ ۱۵‬مې مادې ‪۳‬مې فقرې له مخې په افغانستان کې له ‪ ۵‬کلونو راهیسې استوګنه ولري‪.‬‬
‫‪ ‬د ‪ ۱۵‬مې مادې ‪۴‬مې فقرې له مخې په کوم جرم نه وي مرتکب‪.‬‬

‫دا کسان باید د دغو شرایطو په پوره کولو سره دا الندې شرایط هم پوره کړي‪:‬‬

‫‪ ‬د واکمن پالوي له لوري د اسنادو بر رسي کول‪.‬‬


‫‪ ‬د ولسمشر له لوري د نوموړي شخص د تابعیت منل‪.‬‬

‫د افغانستان د تابعیت له السه ورکول‬


‫په الندې حالتونو کې یو وګړی خپل تابعیت له السه ورکوي‪:‬‬

‫‪ ‬د تابعیت قانون ‪ ۳۱‬مې مادې له مخې د وطن او خلکو په وړاندې په ملي خیانت‬
‫محکومیدل‪.‬‬
‫‪ ‬د تابعیت قانون ‪ ۳۱‬مې مادې له مخې په داسې پوځ کې برخه اخیستل چې له افغانستان‬
‫سره په جګړه بوخت وي‪.‬‬

‫باید یادونه وشي چې د اساسي قانون ‪ ۲۸‬مې مادې له مخې دولت نشي کولی چې له افغانانو څخه‬
‫تابعیت واخلي او دا موضوع په دې ځای کې په ټکر کې راځي‪ ،‬خو د اساسي قانون ‪ ۱۶۲‬مې مادې له‬
‫مخې د تابعیت قانون پورتنۍ ماده لغوه او د اساسي قانون ماده پلي کیږي‪.‬‬

‫‪9‬‬
‫اووم بحث‪ -‬د تابعیت حق د اسالم له نظره‬
‫د اسالم مبارک دین هر هغه څوک په یو ملت پورې تړلی بللی دی چې د اسالم په مبارک دین کې‬
‫داخل وي‪ .‬اهلل(ج) فرمایي‪ :‬ان امتکم امة واحدة وانا ربکم فاعبدون‪( .‬سورة االنبیا‪ ۹۲ ،‬ایت‪ ).‬ژباړه‪:‬‬
‫دا ستاسې امت دی‪ ،‬امت واحد او یو موټی او زه ستاسې پیدا کوونکی یم پس زما عبادت وکړئ‪.‬‬

‫بل ځای اهلل(ج) د دې ایت مبارک سره په لږ توپیر فرمایي‪ :‬ان امتکم امة واحدة وانا ربکم‬
‫فاتقون‪(.‬سورة المومنون‪ ۵۲ ،‬ایت‪).‬‬

‫ژباړه‪ :‬دا ستاسې امت دی‪ ،‬امت واحد او یو موټی او زه ستاسې پیدا کوونکی یم پس زما له‬
‫سرغړونې څخه ډډه وکړئ‪.‬‬

‫د اسالم په سیاسي او حقوقي نظام کې تابعیت په دوه اصولو سره ترسره کیږي‪.‬‬

‫لنډه دا چې د اسالم مبارک دین وینې‪ ،‬خاورې‪ ،‬نژاد او نورو تبغیزي مسایلو ته اهمیت ندی ورکړی‬
‫بلکه ده امت د اسالم پر بنسټ بللی دی‪.‬‬

‫په ځینو هېوادونو کې د تابعیت د اخیستلو او ترک کولو الرې چارې‬


‫لومړی‪ -‬پاکستان‬
‫د پاکستان اساسي قانون چې د نوولسم ځل لپاره په کال ‪۲۰۱۱‬م کې تعدیل شوی تر هر څه لومړی یې‬
‫په ‪ ۵‬مه ماده کې د خلکو ژمنتیا او وفاداري د پاکستان دولت ته د دوی دنده بللې ده‪.‬‬

‫د ‪ ۵۱‬مې مادې له مخې د رایې ورکولو حق هم د رایې پر بنسټ ورکوي‪ .‬د همدې مادې په ‪ ۲‬مه فقره‬
‫کې لیکي چې الندې کسان د رایې ورکولو حق لري‪:‬‬

‫الف) د پاکستان تبعه وي‪ .‬د پارلمان د غړیتوب لپاره هم شرط د تابعیت دی‪ .‬د ‪ ۶۲‬مې مادې له مخې‬
‫لیکو‪ :‬د پارلمان د غړیتوب ځانګړنې دادي‪:‬‬

‫‪10‬‬
‫‪ -۱‬یو کس تر هغو پورې د پارلمان لپاره وړ ندی چې‪:‬‬

‫لومړی‪ -‬د پاکستان تابعیت ولري‪ .‬همداشان ‪ ۶۳‬مه ماده د پارلمان د نه غړیتوب ځانګړنې داسې‬
‫بیانوي‪ :‬د پاکستان تابعیت له السه ورکړي‪ .‬یا د یوه بهرني هېواد تابعیت تر السه کړي‪ .‬همداشان‬
‫‪ ۲۵۹‬مه څرګندوي‪ :‬هېڅ تبعه باید هېڅ ډول لقب‪ ،‬ویاړ‪ ،‬مډال او جایزه له هېڅ بهرني هېواد څخه تر‬
‫السه نکړي‪.‬‬

‫د پاکستان د ‪۱۹۵۱‬م کال قانون ال هم د ځینو تعدیلونو سره نافذ دی‪ .‬دغه قانون څرګندوي چې که یو‬
‫پاکستانی تابعیت درلودونکی وګړی د بل هېواد تابعیت ولري نو د پاکستان تابعیت له السه‬
‫ورکوي‪.‬‬

‫د یادونې وړ ده چې پاکستاني چارواکي د خپلو اتباعو د را جذبولو لپاره هغو خلکو ته چې بهر‬
‫اوسیږي د هویت کارت او چې د ننه اوسیږي د ملي هویت په نوم کمپیوټري کارډ ورکوي‪.‬‬

‫دویم‪ -‬ایران‬
‫الندې کسان د ایران اتباع حسابیږي‪:‬‬

‫‪ -۱‬د ایران ټول اوسیدونکي‪.‬‬

‫‪ -۲‬هغه خلک چې پالر یې ایرانی وي‪(.‬که په خارج کې زېږېدلی هم وي‪).‬‬

‫‪ -۳‬هغه خلک چې په ایران کې زېږېدلي وي‪(.‬که څه هم چې مور او پالر یې نا معلوم وي‪).‬‬

‫‪ -۴‬که له والدینو څخه یو یې په ایران کې زېږېدلی وي او والدین بهرنیان وي نو اوالدونه یې د ایران‬


‫اتباع شمېرل کېږي‪.‬‬

‫‪-۵‬هغه خلک چې په ایران کې د خارجي تابعیت لرونکو والدینو څخه پیدا وي او تر ‪ ۱۸‬کلنۍ پورې‬
‫یې په ایران کې استوګنځی درلودلی وي‪.‬‬

‫‪11‬‬
‫‪ -۶‬هر ښځه چې بهرنی تابعیت ولري خو د ایراني خاوند سره یې واده کړی وي‪.‬‬

‫‪ -۷‬هر خارجی چې د ایران تابعیت ولري‪.‬‬

‫یادونه‪ :‬هغه ماشومان چې د خارجي سیاسي نماینده ګانو او قونسالنو څخه زېږېدلي وي‪ ،‬د ایارن‬
‫اتباع نه شمېرل کیږي‪.‬‬

‫دویمه ماده‪:‬‬

‫یاد خلک چې تر ‪ ۱۸‬کلنې پورې ورسیږي نو باید تر یو کال پورې د خپل پالر تابعیت تعقیب کړي‪.‬‬
‫دی باید تر ټاکلې مودې پورې یو مکتوب د بهرنیو چارو وزارت ته وړاندې کړي‪.‬‬

‫درېیمه ماده‪:‬‬

‫هغه ماشومان چې په ایران کې له بهرنیو دولتي نماینده ګانو څخه وزېږي او په بدل کې یې د دوی‬
‫هېواد ایراني اتباعو ته په خپل هېواد کې تابعیت ورکړي نو دوی هم د ایران اتباع شمېرل کیږي‪.‬‬

‫څلورمه ماده‪:‬‬

‫هغه خلک چې غواړي ایراني شي‪:‬‬

‫‪ -۱‬په مکمله توګه یې باید د ‪ ۱۸‬کلنۍ عمر پوره کړی وي‪.‬‬

‫‪ ۵ -۲‬کاله یې په پرلپسې یا وقفه یي ډول په ایران کې تېر کړی وي‪.‬‬

‫‪ -۳‬له نظامي خدمت څخه نه وي را تښتېدلی‪.‬‬

‫‪ -۴‬په هېڅ دولت کې یې مهمه جنحه او غیر سیاسي جنایت نه وي کړی‪.‬‬

‫پنځمه ماده‪:‬‬

‫هغه خلک چې د ایران امورو ته یې عام المنفعه خدمت کړی وي‪ ،‬نو د شرط د رعایتولو څخه پرته‬
‫کولی شي‪ ،‬چې د ایران تابعیت واخلي‪.‬‬

‫شپږمه ماده‪:‬‬

‫‪12‬‬
‫د ننني تاریخ نه تر ‪ ۵‬کلونو وړاندې پورې که په ډاګه شي چې د ایران تابعیت یې پرې اېښی یا د‬
‫پوځي خدمت څخه تښتېدلی یا یې کومه مهمه جنحه او یا یې هم کوم جنایت کړی دی نو د ایران د‬
‫وزراء هیئت پرې د خروج حکم کوي‪.‬‬

‫اوومه ماده‪:‬‬

‫ټول هغه بهرنیان چې د ایران تابعیت یې اخیستی وي یا یې اخلي؛ د ایرانیانو سره برابر حقوق لري‪،‬‬
‫پرته د الندې مواردو څخه چې نشي کولی په دغو کې ګډون وکړي‪:‬‬

‫‪ -۱‬د مقننه مجلسونو غړیتوب‪.‬‬

‫‪ -۲‬د ایالتي او والیتي ټولنو غړیتوب‪.‬‬

‫‪ -۳‬په بهرنیو چارو وزرات کې استخدامېدل‪.‬‬

‫امته ماده‪:‬‬

‫د تابعیت غوښتنه‪:‬‬

‫د تابعیت غوښتنلیک باید په مستقیمه توګه بهرنیو چارو وزارت ته تسلیم شي او الندې مضامین‬
‫ولري‪:‬‬

‫‪ -۱‬د غوښتونکي د زده کړې رښتیني اسناد او د هغه عیال او اوالد‪.‬‬

‫‪ -۲‬په ایران کې یې د اوسیدنې رښتینی وخت او په ایران کې د بدې ماضي نه درلودل‪ .‬تر دې‬
‫وروسته به د بهرنیو چارو وزارت یو رسید تعین کړي او د تاریخ سره به یې هیئت وزراء ته تسلیم‬
‫کړي‪ .‬وروسته بیا دغه هیئت تصمیم نیسي او د قبلولو په صورت کې ورته د تابعیت سند ورکوي‪.‬‬

‫نهمه ماده‪:‬‬

‫هغه ښځه چې د ایراني سره یې واده کړی وي او همداشان یې اوالدونه ټول د ایران تابعیت ګڼل‬
‫کیږي‪.‬‬

‫‪13‬‬
‫خو ښځه به تر یو کال وروسته د مېړه او اوالد به یې تر ‪ ۱۸‬کلنۍ وروسته د پالر یا مور د تابعیت‬
‫اسناد بهرنیو چارو وزارت ته سپاري‪ .‬د نارینه اوالد اسناد باید د تېرې دویمې مادې له مخې‬
‫ضمیمه شي‪.‬‬

‫لسمه ماده‪:‬‬

‫هېڅکله نشي کیدلی چې د پالر په اسنادو سره تر اتلس کلنۍ مخکې تابعیت جوړ کړي‪.‬‬

‫یوولسمه ماده‪:‬‬

‫کومه ښځه چې د ایراني سره د واده په وجه ایرانۍ بلل شوي وي‪ ،‬کولی شي د مېړه تر مړینې‬
‫وروسته بېرته خپل پخواني تابعیت ته رجوع وکړي‪ .‬که چېرې یې اوالدونه درلودلو نو نشي کولی‬
‫چې د اوالدونو تر ‪ ۱۸‬کلن کیدو مخکې د ایران تابعیت پرېږدي‪.‬‬

‫د یادونې وړ ده چې دغه ښځه نشي کولی چې د ځان سره خپل اوالدونه یوسي‪.‬‬

‫دوولسمه ماده‪:‬‬

‫که ایرانۍ ښځه د بهرني سره واده وکړي او د مېړه هېواد یې ورته د قوانینو سره سم د عقد له مخې‬
‫تابعیت ورکړي نو د ایران له تابعیت څخه وځي‪ .‬که مېړه یې مړ شي نو کولی شي چې بېرته خپل‬
‫هېواد ته رجوع وکړي‪.‬‬

‫دیارلسمه ماده‪:‬‬

‫د تابعیت ترک کول‪:‬‬

‫ایراني اتباع کولی شي چې د الندې موارو په پوره کولو سره تابعیت ترک کړي‪:‬‬

‫‪ -۱‬د ‪ ۱۸‬کلنۍ عمر یې پوره کړی وي‪.‬‬

‫‪ -۲‬د هیئت وزراء څخه د خروج اجازه راواخلي‪.‬‬

‫‪ -۳‬کوم غیر منقول اموال چې لري هغه پرېږدي یا یې اوالدونو ته ورکړي‪.‬‬

‫‪14‬‬
‫څوارلسمه ماده‪:‬‬

‫د ایران هر تبعه چې د پورتنیو مواردو د پوره کولو پرته یې بهرنی تابعیت اخیستی وي نو بهرنی‬
‫تابعیت یې لغو او د ایران تبعه شمېرل کیږي‪ ،‬خو د غیر منقولو اموالو څخه به محروم وي‪.‬‬

‫پنځلسمه ماده‪:‬‬

‫که چا له وړاندې د ایران تابعیت برې اېښی وي او وغواړي چې بېرته ایران ته رجوع وکړي نو ورته‬
‫به مجرد تابعیت ورکړل شي‪.‬‬

‫درېیم‪ -‬چین‪:‬‬
‫د چین تابعیت د ‪۱۹۸۵‬م کال د دسمبر د ‪ ۱۰‬کې نېټې د قانون له مخې پر مخ ځي‪.‬‬

‫د الندې الرو له مخې په چین کې تابعیت تر السه کیدی شي‪:‬‬

‫الف) د غوښتنې له الرې د تابعیت اخیستل‪.‬‬

‫‪ -۱‬غوښتونکی به لومړۍ درجه کورنۍ په چین کې ولري‪.‬‬

‫‪ -۲‬هغه څوک چې د اوسیدلو ځای یې چین وي‪.‬‬

‫‪ -۳‬هغه څوک چې په چین کې د پاتې کیدو لپاره نور قانوني دالیل ولري‪ .‬هغه شخص چې له وړاندې‬
‫یې د چین تابعیت درلود او ترک کړی یې وي‪ ،‬بېرته کولی شي چې د چین تابعیت تر السه کړي‪.‬‬

‫ب) د چین په خاوره کې د تولد له الرې‪.‬‬

‫‪ -۱‬د چین په خاوره کې په خپل سر تولد د تابعیت د اخیستلو لپاره موجب نشي کیدلی‪ .‬کله چې د‬
‫چین په خاوره کې د نا مالوم مور او پالر څخه اوالد زېږېدلی وي‪ ،‬د چین تابعیت ورته ورکول‬
‫کیږي‪( .‬په چین کې د خاورې په اصل تابعیت نه ورکول کیږي‪).‬‬

‫ج) د وینې په اساس‪.‬‬

‫‪ -۱‬که له والدینو څخه یو یې د چین تبعه وي نو اوالد یې هم د چین اتباع شمېرل کیږي‪.‬‬

‫‪15‬‬
‫‪ -۲‬که له چینایي ښځې او مېړه څخه چې دوی دواړه په بهر کې اوسیږي یو ماشوم وزېږي نو ماشوم‬
‫ته د چین تابعیت نه ورکول کیږي‪.‬‬

‫په چین کې د ځای او تابعیت د السه ورکول‬


‫په الندې شرایطو سره یو چینایي تبعه خپل تابعیت له السه ورکوي‪:‬‬

‫‪ -۱‬کله چې یو شخص خپل ژوند د چین نه په خارج کې اختیار شوی وي‪.‬‬

‫‪ -۲‬کله چې غوښتنه کوونکی شخص نوره دالیل د تابعیت د پرېښودلو لپاره ولري‪.‬‬

‫د چین د تابعیت قانون له مخې مسلح ځواکونه او اجرایي مسئولین نشي کولی چې خپل تابعیت‬
‫ترک کړي‪.‬‬

‫څلورم‪ -‬روسیه‬
‫دا د هغو خارجیانو لپاره ډېر مهم امور دي چې غواړي د روسیې تابعیت تر السه کړي‪ .‬په روسیه کې‬
‫‪ -۲‬د سرمایه ګذارۍ له الرې‪.‬‬ ‫تابعیت په دوو طریقو سره قبلیدلی شي‪ -۱ :‬د واده له الرې‪.‬‬

‫د روسیې د تابعیت وخت‪:‬‬

‫تاسې کولی شئ چې په موقتي تابعیت سره خپل غوښتنلیک پیل کړئ‪ .‬له همدې ورځې ‪ ۵‬یا ‪ ۶‬کاله‬
‫وروسته تاسې کولی شئ چئ د روسیې پاسپورټ السته راوړئ‪.‬‬

‫څرنګه بهرنیان کولی يش چې د موقت تابعیت جواز تر السه کړي؟‬

‫الف) تاسې کولی شئ چې د یوې روسۍ سره په واده کولو سره د موقت تابعیت جواز تر السه کړئ‪.‬‬
‫لومړی باید یو تاریخ د جواز لپاره ځانګړی شي‪ .‬د روسیې د واده کولو اداره تاسې ته له ‪ ۳۰‬څخه تر‬
‫‪ ۴۰‬ورځو پورې د واده کولو نېټه ټاکي‪ .‬د واده د سند د السته راوړلو څخه وروسته تاسې کولی شئ‬
‫چې د موقتي تابعیت سند چې ‪ ARWYP‬په نوم سره یادیږي‪ ،‬تر السه کړئ‪.‬‬

‫ب) د رسمایه ګذارۍ له الرې‪ :‬د یو بهرني په صفت چې تاسې کله خپل شرکت ثبت کړ‪ ،‬له ‪ ۳‬څخه تر ‪۶‬‬
‫میاشتو پورې مالیاتو په ذریعه کولی شئ چې تاسې د موقتي تابعیت لپاره غوښتنه وکړئ‪.‬‬

‫‪16‬‬
‫ج) د سهمیې له الرې‪ :‬روسیه هر کال د ځانګړو دولتونو لپاره د موقتي تابعیت سهم ورکوي‪.‬‬

‫تابعیت یا سیټیزن شیپ په هر هېواد کې ځانګړی قانون لري او معموال پناه اخیستونکي چې د‬
‫اوسیدلو په وخت کې په کوم د قانون خالف کار یا کوم بل جرم مرتکب شي یا هم کله کله په موټر‬
‫چلونه کې غلطي هم د پناه غوښتنې د مخنیوي سبب کیږي‪.‬‬

‫پناه اخیستونکي باید کار کړی وي درس یې ویلی وي‪ ،‬مالیات یې ورکړي وي او د اوږدې مودې‬
‫لپاره له هېواد څخه نه وي خارج شوی‪.‬‬

‫په ځینو هېوادونو کې د پناه اخیستنې لپاره ځانګړی وخت شته‪:‬‬

‫‪ ‬که یو څوک په المان کې کار کوي نو باید تر ‪ ۸‬کلونو وروسته د تابعیت غوښتنه وکړي‪.‬‬
‫‪ ‬که په المان کې واده وکړې نو تر ‪ ۳‬کاله وروسته د تابعیت غوښتنه کولی شې‪.‬‬
‫‪ ‬که له سویسي سره واده وکړې نو تر ‪ ۴‬کلونو وروسته دتابعیت د قبلولو غوښتنه کولی شې‪.‬‬
‫‪ ‬که له امریکایي لوړ رتبه شخص سره واده وکړې نو تر ‪ Green Card‬اخیستلو وروسته‬
‫کولی شې چې د تابعیت د قبلولو تقاضا وکړې‪.‬‬

‫د تابعیت اخیستلو لپاره هر هېواد بېالبېلې الرې لري‪.‬‬

‫‪17‬‬
‫په بېالبېلو هېوادونو کې د تابعیت اخیستنې وخت‬
‫د پناه اخیستنې لپاره باید په هر هېواد کې له وړاندې څه موده ژوند وکړل شي‪ ،‬دغه وخت په هر‬
‫هېواد کې له بل سره توپیر لري‪ ،‬چې په الندې ډول یې د ځینو هېوادونو تابعیت وختونه لیکل شوي‬
‫دي‪:‬‬

‫‪Country‬‬ ‫‪years‬‬ ‫‪Country‬‬ ‫‪years‬‬


‫‪America‬‬ ‫‪5‬‬ ‫‪Sweden‬‬ ‫‪4‬‬
‫‪Canada‬‬ ‫‪5‬‬ ‫‪Norway‬‬ ‫‪7‬‬
‫‪Australia‬‬ ‫‪4‬‬ ‫‪England‬‬ ‫‪5‬‬
‫‪New Zeeland‬‬ ‫‪5‬‬ ‫‪Ireland‬‬ ‫‪5‬‬
‫‪German‬‬ ‫‪6‬‬ ‫‪Italy‬‬ ‫‪5‬‬
‫‪Otresh‬‬ ‫‪4‬‬ ‫‪Romania‬‬ ‫‪5‬‬
‫‪Belgium‬‬ ‫‪2‬‬ ‫‪japan‬‬ ‫‪5‬‬
‫‪France‬‬ ‫‪5‬‬
‫‪Swiss‬‬ ‫‪12‬‬

‫اخذلیکونه‬
‫‪ -۱‬هاشمي‪ ،‬سید اکرم‪ ،‬د افرادو سیاسي حقوق‪۱۳۹۵( ،‬ل)‪ ،‬یار خپرنودویه ټولنه‪.‬‬

‫‪ -۲‬اخندزاده‪ ،‬عبید اهلل‪ ،‬نړیوال خصوصي حقوق‪۱۳۹۷( ،‬ل)‪ ،‬ختیځ خپرندویه ټولنه‪.‬‬

‫‪ -۳‬ناصح‪ ،‬ولي محمد‪ ،‬تابعیت و دید ګاه سیاسي و حقوقی ان‪۱۳۸۹( ،‬ل)‪ ،‬اتشارات سعید‪.‬‬

‫‪4- www.vore7ugee.com‬‬
‫‪5- brussels.mfa.ir‬‬
‫‪6- fa.m.wikisouree.org‬‬

‫‪18‬‬
‫هغه محصلین چې په دې سمینار کې یې برخه اخیستې‪:‬‬

‫څانګه‬ ‫حارضي شمېره‬ ‫ولد‬ ‫نوم‬


‫اداره‬ ‫‪۱‬‬ ‫فضل الرحمن‬ ‫مجیب الرحمن‬
‫اداره‬ ‫‪۲‬‬ ‫سمیع اهلل‬ ‫روح اهلل‬
‫اداره‬ ‫‪۳‬‬ ‫رئیس خان‬ ‫محمد عمر‬
‫اداره‬ ‫‪۴‬‬ ‫حاجي بختي‬ ‫فوجي‬
‫اداره‬ ‫‪۵‬‬ ‫کتاب جان‬ ‫جهانزیب‬
‫اداره‬ ‫‪۶۲‬‬ ‫عبد المعروف‬ ‫نعمت اهلل‬
‫اداره‬ ‫‪۶۷‬‬ ‫شاه ولي‬ ‫عنایت اهلل‬
‫اداره‬ ‫‪۶۶‬‬ ‫جنت ګل‬ ‫حمید‬
‫اداره‬ ‫‪۶۴‬‬ ‫خان آغا‬ ‫ضیاءالرحمن‬
‫اداره‬ ‫دوست محمد‬ ‫ظاهر‬

‫پای‬

‫‪19‬‬

You might also like