Professional Documents
Culture Documents
غلو یا افراط
غلو یا افراط
غلو یا افراط
په اسالمي ټولنو کې د وسطیت او اعتدال د مفاهیمو دنشتون له امله پر ځای یې د غلو او افراط مفاهیم او
افکارخپریږی ،حضرت ابن عباس ( رض ی هللا عنهما) فرمایی چې :په انسانانو کې یو کال هم داس ی نه راځي مګر
دا چې یو بدعت (له ځانه جوړ کړی ش ی) را منځه ته کړي او سنت ورباندی له منځه یوس ی تردی چې بدعتونه
نارواوې خپري او سنتونه مړه او له منځه الړش ی [ .البدع البن وضاح ( رحمه هللا) ج ۲ص.] ۸۳
امام عبدهللا بن املبارک ( رحمه هللا ) فرمایلی :پوه شه چې نن ورځ یو مسلمان هللا عزوجل ته په داس ی حال کی
ورش ی چې له نارواو او ناوړه عقائدو څخه پاک او په سنتو برابر وي دا د ده لپاره د عزت او کرامت مرګ دی[ .
پورتنی مرجع ]
اناهلل واناالیه راجعون هللا عزوجل د زمونږ پر حال باندی ورحمیږی چې مونږ په کوم حالت کی ژوند کوؤ دادی
ورځ تر بلی صالح اشخاص زمونږ له منځه روان دی مرستندویان او همفکره خلک مو لږ دی ،نارواوی بی دینی
سیکولرستی په هر طرف خپره شوي ،داهل السنة والجماعت له سپڅلي کاروان څخه علماء ،مشائخ ،برزګان
او مصلحین ورځ تر بلی په تلو دی.
امام ابن املبارک ( رحمه هللا ) د خیرالقرون د وخت انسان دی چې په کال ۱۸۱هـ کې و فات شوي ،کچیرته زمونږ
په عصر کې موجود وای :او د مسلمانانو دا غمیزی،ناخوالی،ناورینونه ،خپل منځي ستونزې،له یوي خوا
غلو،افراط ،تشدداو له بلی خوا تفریط،له دین څخه بیزاره کیدل بی الریتوب،فساد ،او داس ي نوری فاجعې يې
که لیدلې وای نو څه به یې ویل؟
دغلو او افراط پیژندنه:
ً
غلو یا افراط د حد څخه تجاوز ته وایی ،لکه عرب وایی:غال فالن في األمر غلوا[.قاموس املحیط مادة «غلو»
الصحاح للجوهری مادة«غلو».
1
غلو یا افراط
اوله برخه
ژباړه :فالنی په دې کار کې دحد څخه تجاوز وکړ،یایی په تشدد او سختی کارونې سره له حد تجاوز وکړ.
ً
عالمه عبدالرؤف املناوی ( رحمه هللا ) فرمایی چې :أفرط إفراطا أسرف و جاوز الحد[.التوقیف علی مهمات
التعاریف،ص.]۱۰۳
ژباړه :یعنی اسراف او له حده یې تیری وکړ،افراط په یوش ي کې ترمطلوب حد ډیر مخ تګ ته وایی.
عالمه حافظ ابن حجر( رحمه هللا ) فرمایی :غلو په یوش ي کې مبالغه کول او له تشدد څخه کار اخیستل او په
کې دحد څخه تجاوز ته وایی [ فتح الباری ج ۱۳ص .]۲۷۸
َّ ْ ْ
التف ِریط[ .الکلیات ص ]۱۵۵ عالمه ابو البقاء ( رحمه هللا ) فرمایی :االفراط هو التجاوز َعن الحد ویقابله
ژباړه :افراط له حده تیرۍ دی او مقابل یې تفریط دی ،یعنی افراط له مطلوب حده ډیر والی دی ،او مقابل یی
تفریط دی چې له مطلوبه حده لږوالی ته وایی.
په دین کې غلو(افراط) دهغه حدودو څخه تجاوز دی چې د اسالم مبارک شریعت خپلو پیروانو ته رسم کړي
دی.
َّ ُ َ ود هللا َف ُأ ْو َلئ َ
ک ُه ْم الظ ِاملون) ود هللا َفال َت ْع َت ُد َ
وها َو َم ْن َّی َت َع َّد ُح ُد َ هللا عزوجل په دی هکله فرمایی ( :ت ْل َ
ک ُح ُد ُ
ِ ِ ِ ِ
[البقره.)۲۲۹
ژباړه :دا د هللا تعالی حدود دي نو دهللا عزوجل له حدودو څخه مه تیریږئ او څوک چې د هللا تعالی له حدونو
څخه تیریږي نو همدغه کسان ظاملان دی.
دافراطیت له بڼو څخه یو یې هم هر وخت له تشدد او سختۍ کار اخیستل او نور افراد داس ي یو کار ته اړ کول
چې هللا عزوجل پری نه وی الزم کړي او په هکله یې آسانی او پراخې موجوده وی ،په دی کې کوم ممانعت نشته
چې یو فرد د خپل ځان لپاره په ځینو مسائلو کې د رخصت پر ځای له عزیمت څخه کار واخلي او د تورع او
احتیاط له وجې دې یو څه سختی وکړي خو د نورو په حق کې داس ې تشدد کول بیا سم نه دی.
د غلو او افراط د تحریم دالئل :
ُ َ َ َّ ُ َ ْ ََ ُْ
اب التغلوا ِفي ِدی ِنک ْم غ ْی َر ال َح ِق َوال تت ِب ُعوا أ ْه َوا َء تهللا عزوجل په خپل مقدس کالم کې فرمایی (ُ :ق ْل َیا َأ ْه َل ْالک َ
ِ ِ
ض ُّلوا َع ْن َس َو ِاء َّ
الس ِب ِیل) [ املائدة.] ۷۷: ض ُّلوا م ْن َق ْب ُل َو ُأ َ
ض ُّلوا َکثیرًا َو َ َق ْوم َق ْد َ
ِ ِ ٍ
2
غلو یا افراط
اوله برخه
ژباړه:اووایه اۍ محبوبه ( صلی هللا علیه وسلم ) چې اۍ اهل کتابو مه کوئ تجاوز له حده او مه کوئ مبالغه په
نا حقه سره په دین کې او مه کوئ متابعت د چټی ( بیکاره ) خواهشونو د هغه قوم چې له ډیره جهله په تحقیق
ګمراه شوي دی پخوا له دینه او ګمراهان کړي دي دوي ډیر خلک او ګمراه شوي دي دوی له سمې او صافې
الری [.کابلی ]
ٌ ٌ ْ
عالمه مفتی شفیع ( رحمه هللا ) فرمایلی :عرب یوه معروف مقوله لرې چې ( الجاهل اما ُم ْف ِرط و اما ُم َف ِرط).
ژباړه :یعنی جاهله انسان هیڅ و قت په معتدله الر باندی برابر نه وی یا به په افراط باندی مبتال کیږي او یا په
تفریط.
افراط د حدنه تجاوز ته وایې ،او تفریط له ټاکل شوی حد څخه کمی کولو ته وایې.
په کومو هدایات کې چې په دی مبارکو آیتونو اهل کتاب مخاطب ګرځول شوی دا هدایات دویته او له دوی
څخه را روانو نسلونو ته تر ورځ د قیامته ورکړل شوی دی ،او د دین مذهب داتباع په هلکه دا د اساس ي
اصولو حیثیت لری چې د زرې په اندازه هم له دی اصولو څخه انحراف انسان د ګمراهی په ګرداب کې غور
زوی [ .معارف القرآن فارس ی ج۴ص ۴۹۳/۴۹۲ژباړه موالنا یوسف حسین پور رحمه هللا ).
په صحیح مسلم کې له أبو هریرة ( رض ی هللا عنه ) څخه روایت دی چې رسول هللا ( صلی هللا علیه وسلم )
َ ََ َ ُ
ک امل َت َن ِط ُعون ثالثا) [ صحیح مسلم ،کتاب العلم ].وفرمایل( :هل
ژباړه :په دین کې غلو کوونکې او هغه چې په اقوالو او افعالو کې د حد څخه تېرۍ
کونکي دی هالک شول او دا کلمات یې درې ځله تکرار کړه ،امام نووی ( رحمه هللا) د دغو الفاظو په شرح کی
وایې چې :هغه خلک چې (پخپلو افعالو او اقوالو ) کې له حد څخه زیاد تجاوز کوی هالک شول.
امام بیهقی ( رحمه هللا ) په شعب االیمان کې له سهل بن ُحنیف ( رحمه هللا) څخه روایت را نقله کړي چې هغه
د خپل پالر او بیا له نیکه څخه روایت کوي رسول هللا ( صلی هللا علیه وسلم ) وفرمایلَ ( :ال ُت َش ِد ُدوا َع َ
لی
ْ َ ََ َ ْ ُ ُ ْ َ َّ َ َ َ َ َ ْ َ َ َ ُ َ ْ
لی أ ْن ُف ِس ِه ْم ).ان ِق َبلک ْم ِبتش ِد ِید ِهم عأنف ِسکم ف ِانما هلک من ک
ژباړه :پخپل ځان سختی مه کوئ ځکه پخوانی امتونه (ستاس ي څخه مخکې خلک ) ځکه هالک شول چې په خپل
ځان یې سختی وکړه.....................................
نور بیا..............
3