Professional Documents
Culture Documents
د افغانستان اسلامي امارت
د افغانستان اسلامي امارت
د پوهنې وزارت
دايکندي واليت د پوهنې رياست
د عمومي زده کړو آمريت
نبوي سيرت سيالۍ
کال.
۱۴۴۴
سوال :د رسول هللا ص نسب د پالر له طرفه بيان کړئ؟ )1
ځواب :محمد ص بن عبدهللا بن عبدالمطلب بن غالب بن فهير بن مالک بن نضر بن کنانه بن خزيمه بن
مدرکه بن الياس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان.
سوال :د رسوهللا ص نسب د مور له طرفه بيان کړئ؟ )2
ځواب :محمد ص بن آمينه بنت وهب بن عبد مناف بن زهره بن کالب بن مره.
سوال :رسوال هللا ص په کوم کال کې وزيږيده؟ )3
ځواب :دوشنبه ۱۲ربيع االول يا ۹ربيع االول ،چې د ۵۷۱م کال د اپريل ۲۲سره سمون خوري.
سوال :رسول هللا ص په کوم ښار کې وزېږېده؟ )4
ځواب :د شعب بنی هاشم د سوق الليل په محله کې وزېږيده ،مکه مکرمه.
سوال :په رسول هللا ص باندې چا د محمد ص نوم کېښود؟ )5
ځواب :د محمد ص نيکه عبدالمطلب.
سوال :ولې قريشو ته د محمد ص نوم د تعجب وړ و؟ )6
څواب :ځکه ،چې قريشو ته محمد يو نوی نوم و او د هغوی تر منځ بل کس په دې نامه نه و نومول
سوی.
سوال :رسول هللا ص ته چا د احمد نوم اخيسته؟ )7
ځواب :د هغه مور بي پي آمنې.
سوال :د رسول هللا ص د والدت څخه وروسته عبدالمطلب څه وکړل؟ )8
ځواب :هغه يې کعبې شريفې ته بوته ،د خدای شکر يې ادا کړ او په هغه يې محمد نوم کېښود.
سوال :د رسول هللا ص لومړۍ دايه يا هم شيدو ور کوونکې مور څوک وه؟ )9
ځواب :حليمه د ابو ذويب سعديه لور.
سوال :حليمې څو کاله د رسول هللا ص ته د شيدو ورکول په غاړه درلوده؟ )10
ځواب :څلور کاله.
سوال :وروسته له هغې ،چې حليمه سعيده ،رسول هللا ص ته شيدې ورکړې ،نو د هغه په ژوند )11
کې کوم برکتونه راغلل؟
ځواب :د هغې کمې سوې شيدې ډېرې سوې ،له نورو ښځو څخه يې کاروان مخکې سو او مېږو يې
ډېرې شيدې ورکولې.
سوال :رسول هللا ص څو کلن وو ،چې پالر يې وفات سو؟ )12
هغه وخت ،چې محمد ص د مور په نس کې د دوو مياشتو وو ،چې پالر يې وفات سو.
سوال :رسول هللا څو کلن وو ،چې مور يې وفات سوه؟ )13
ځواب :په شپږ کلنۍ کې.