Professional Documents
Culture Documents
گرامر پشتو
گرامر پشتو
مرکـــز
پشـــــــــــــتو
د کانکورچمتوالی لپاره
پښویه
بدیع او بیان
د ادب تاریخ
او د کانکور مهم ټکې
پښـــــــتو د کانکور لپاره د ظهـــــــورافکار آموزشــــي مرکــــــز
پښویه (ګرامر)
پښویه :هغه اصول اوقواعد چې د ژبې داخلي جوړښت تشریح کوي پښویه بلل کیږي یا په بل عبارت
هغه اصول او قواعد چه مونږ ته سم ویل ،سم لیکل اوسم لوستلورازده کوي .هغه پښویه ده.
ژبه :په لنډه توګه ویالی شو ،چې ژبه د پوهولو او راپوهولو وسیله ده .یعنی مونږ د ژبه په وسیله
پوهیږواوپوهوو.
د پښتوالفباتوري
په پښتوژبه کې دوه څلویښت( )۴۲توري شتون لري.چې په الندې ډول ښودل کیږی.چې بی له عربي توري
( )۳۰دانه کیږي.
سوچه پښتوتوري
له دغوتوروڅخه اته ( )۸توري یې سوچه پښتوتوري دي .چې دغې تورې یوازې په پښتوژبه ده .چې په نورو
ژبوکې شتون نلری اوپه الندې ډول ښودل کیږي.
لکه:ټال ،ټبر ،څادر ،څپلۍ ،ځوان ،ځای ،ډار ،ډنګر ،ړوند ،ږمنځ ،ږیره ،ښار ،ښاروالی ،اتڼ ،رڼا...
الف ـ زور:هغه ده چې یوتوري په حرکت راولی اوآوازیې په پورته خواته بیایی .لکه:لو ،کنډو ،غر...
ب ـ زورکۍ :هغه ده چې یوتوري په حرکت راولې اود یومایل کرښه په بڼه لیکل کیږی .لکه:شل ،وچ ،مچ...
فاضلِ ،ویر...
ج ـ زیر :هغه ده چې یوتوري په حرکت راولې او آوازیې په ښکته خواته بیایی .لکه:عا ِقلِ ،
چې (ق،ض،و) زیرلری اوآوازیې په ښکته خواته کړي دي.
خچ :عبارت د آوازد فشارڅخه ده چې په ځینې تورو باندې راوړل کیږی.او د هغه په معنی کې بدلون راوړی.
د -کوچنی واو :هغه واو ته وایې چې د مخه توری یې سپک اولنډ پیښ ولری.
-د کلمې په منځ کې دوه ټکي څنګ په څنګ اېښودل کیږی .لکه :لیال ،خیر ،پیل او داسې نور...
-د کلمې په پای کې د ساده ی په څیرلیکل کیږی چې بله کومه نښه نلری .لکه :ښوونکی ،ټولګی...
د کارولو له پلوه :نرم(ی) یوازې د مفرد مذکر نومونوپه پای کې راځې .لکه :بریالی ،زلمی...
نوټ :نرم (ی) تل پاس (پورته) تلفظ کیږی .لکه :بریالی ،زمری ،لیال ،خیر او داسې نور...
ب -څرګند (ي) :هغه ي ته وایې چې د مخه توری یې څرګند زیرولری او د کلمې په منځ او پای کې
راځې .لکه:
-د کلمې په منځ کې د نرم ی په څیر لیکل کیږی او دوه ټکي څنګ په څنګ اېښودل کیږی.
لکه:سپین ،شین،سریزه او داسې نور...
-د کلمې په پای کې د نرم ی په څیر لیکل کیږی او الندې یې دوه ټکي خوا په خوا اېښودل کیږی.
لکه :سړي ،موچي ،دوبي او داسې نور...
د کارولو له په پلوه څرګند(ي):
-د جمع مذکرنومونو په پای کې راځي .لکه :سړي ،ښوونکي ،منګي او داسې نور...
-د مذکر د نسبتي ستاینومونولپاره راځي .لکه :موچي ،دوبي ،کرزي او داسې نور...
-د مفرد ښځینه نومونوته راځي .لکه :دوستي ،بیاتي ،ښادي او داسې نور...
نوټ:څرګند (ي) تل الندې (دروند) ویل کیږی .لکه :ښادي ،څیر ،سړي او داسې نور...
ج -زورکۍ واله (ۍ) :هغه ۍ ته وایې چې د مخه توری یې زورکۍ ولری ،او یوازې د کلمې په
پای کې راځي .لکه :هګۍ ،کړکۍ ،نجلۍ ،ماڼۍ او داسې نور...
د کارولو له پلوه :زورکۍ واله ۍ یوازي د مفرد مونث نومونو په پای کې راځي.
لکه :نجلۍ ،تورپیکۍ ،منګۍ او داسې نور...
د -اوږد (ې) :هغه ې ته وایې چې د مخه توری یې اوږد زیر ولری ،او د کلمې په منځ او پای
کې راځي .
د کلمې په منځ کې د نرم ی په بڼه کیکل کیږی او دوه ټکي الندې په الندې اېښودل کیږي.
لکه :اېښودل ،هېر ،تېر دوداسې نور...
د کلمې په پای کې نرم ی په بڼه کیکل کیږی او دوه ټکي الندې په الندې اېښودل کیږي.
لکه :الندې ،خونې ،لوبې ،کوټې اوداسې نور...
د کارولو له پلوه (ې):
-د جمعې د ښځینه نومونو(بې سا) ته راځي.
لکه :خونې ،کوټې ،کتابچې ،پاڼې او داسې نور...
ه -امریه (ئ) :د ا ئ ډیری ود امر پر مهال استعمالیږي ،او تل د ښځینه او نارینه د جمعو او د
افعالو په پای ګې راځي .
لکه :ودریږئ ،والړسئ ،ولولئ اوداسې نور...
ب :کوچنۍ ه :هغه ه ته وایې چې ورو ویل کیږی او د محه توری یې زورکۍ ولری .
د کارولو له پلوه :دا ه یوازې د مفرد مذکر نومونو په پای کې راځي .
کلمه :هغه لفظ چې د یوې معنی د افادې لپاره له خولې څخه راوځي ،هغه کلمه ده.
هغه ګردانیدونکي مقید مورفیمونه دي چې په خپلواکه توګه معنا نه لري مګر له خپلواکه مستقل کلیمو سره یو
الف :سربلونه ( پشینه ها ) :هغه بی مانا توري دي چې د نوم په مخه راځي او د هغه دریځ په جمله کې
معلوموي .لکه :په ،له ،تر ،پر ،د ،بې ،و ...
اوستر بلونه ( پسینه ها) :هغه ادات دي چې دیو نوم ،فقره یا جمله وروسته راځي .لکه :کې ،سره ،پورې
-۱نوم :
نوم :هغه کلمه ده چې پرته د زمانې ښودلو څخه خپلواکه معنی ولری ،او د ځای ،شی او شخصو
د نومولو لپاره کارول کیږی.
لکه :کابل ،احمد ،کتاب ،څوکۍ او داسې نور...
-۲نومځري :هغه لفظ چې د نوم ځای ونیسي او د هغه د تکرار څخه مخنوی وکړي ،نومځري
ویل کیږی .
لکه :دی ،زه ،هغه ،دوی ،هغوی ،دا ،دې اوداسې نور...
-۳فعل :هغه کلمه ده چې د زمانې په دخالت سره خپلواکه معنی ولری ،او یو فعل یا چار په یوه
وخت څرګند کړی.
لکه :خورم ،وخوړ ،به خورم ،ځم ،الړ ،ځم به او داسې نور...
-۵قید :هغه کلمه ده چې پر فعل ،صفت او یا بل قید باندې ورزیاتیږی ،او د هغو معنی مقید کوی
.
لکه :عبدالوکیل یو ډیر هوښیار هلک دی ،چې په دغه جمله کې ډیر قید ده د هوښیار لپاره،
ژرژر ،ورو ورو ،نن ،پرون اوداسې نور...
هغه کلمه ده چې په خپلواکه ډول معنی نلري او د نومونو او فعلونو سره کارول کیږی. -۶ادات :
لکه :له ،تر ،د ،څخه ،کې ،ترڅو ،پورې او داسې نور...
مثال :له کابل څخه تر بامیان پورې یو ساعت الره ده .
ته دلته ترڅو وخت یې .
-۵مجرد نوم -۴د جنس نوم ، ۳ـ د جمعیت نوم ، -۲عام نوم ، -۱خاص نوم ،
:هغه نوم دی چې د خاص شی ،خاص ځای او خاص شخصو باندې داللت کوی -۱خاص نوم
.
د اشخاصو خاص نوم دري ډولونه لري.
الف – تخلص :لنډ نوم دی چې شاعران ،لیکواالن اوځینې نور خلک د ځان لپاره ټاکي .
لکه :رښتین ،رشاد ،الفت ،بارګزي او داسې نور...
ب -محض نوم :هغه نوم دی چې د زیږیدنې په وخت یو چا باندې اښودل کیږی .
لکه :احمد ،کریم ،سپین ګل ،توریالی او داسې نور...
ج – لقب :هغه ده چې د یو صفت یا خصوصیت له مخې د درناوې په توګه چاته ورکړ کیږی .
لکه :احمد شا بابا ،نازو انا ،بابا مزاري ،زرغونه انا او داسې نور...
-۲عام نوم :هغه نوم دی چې د یو عام شی ،عام شخص او عام ځای باندې داللت وکړی .
لکه :سړی ،غوښه ،هنداره ،نندارتون ،کتاب اوداسې نور...
نوټ :که چیرې له عام نوم نه مخکې اشاري ضمیرونه راوړل شي د خاص نوم معنا ورکوي .
دغه کتاب ،هغه نندارتون ،دا کتابچه او داسې نور...
-۳د جمعیت نوم :هغه نوم دی چې په لفظ کې مفرد وی او په معنا د یو جمعیت معنی راکوي .
لکه :لښکر ،ولس ،جرګه ،رمه او داسې نور...
نوټ :د جمعیت نوم لومړی جمع نلری او د ډیرو جمعیتونو په اعتبارجمع کیږي .
لګه :لښکرې ،ولسونه ،جرګې ،رمې او داسې نور...
-۴د جنس نوم :هغه نوم دی چې د اشیا او اجسام باندې اېښودل کیږی ،او دغه نوم دوه ډولونه
لري .
الف :هغه ده چې قابل د شمارش دی .لکه :میز ،قلم ،کتاب ،تخته او داسې نور...
-۵د معنی یا مجرد نوم :هغه نوم دی چې په سترګو نه لیدل کیږی ،یعنی مادې وجود نلري .
لکه :عقل ،پوه ،ویره اوداسې نور...
ب :مرکب نوم :هغه نوم ته وایې چې ترکیبې توکي ولري یعنې مفرد نه وي .
لکه :اورګاډي ،الس ماغو ،دشت برچي ،پښتون خوا او داسې نور...
ټول نومونه په پښتو ژبه کې د جنسیت له مخې پر دوه ډوله دي (نارینه او ښځینه) چې دغه دواړه
ځېنې نښې او عالمې لري چې یو د بل څخه توپېرکیږي چې په الندې ډول ښودل کیږي.
الف – د نارینه نوم نښې :کوم نومونه او صفتونه چې په پای کې یې دغې توري راغلی وي
نارینه نوم کڼل کیږی .
-۱څرګند واو :لکه :تالو ،باړخو ،ماڼو ،الس ماغو او داسې نور...
-۲نرم (ی) :لکه :زلمی ،توریالی ،منګی ،نوی ،تږی ،وږی او داسې نور...
-۳کوچنی (ه) :لکه :زړه ،تره ،نیکه ،وراره او داسې نور...
-۴نرم واو :لکه :پلو ،کنډو ،نو او داسې نور...
-۵هغه ټول نومونه چې په پای کې یې اصلي توري راغلی وي او سماعي مونث نه وي مذکرنوم
کڼل کیږي .لکه :مل ،کتاب ،اور ،قلم او داسې نور...
نوټ :څرګند (ي) د نسبتي ستاینومونو په پای کې د مذکر نښی کڼل کیږی .
لکه :دوبي ،کرزي ،کابلي ،موچي او داسې نور ..
کوم نومونه او صفتونه چې په دغي توري ختم شوی وي .ښځینه ب – د ښځینه نوم ڼښې :
نوم او صفت کڼل کیږي .
-۴څرګند (هـ) :لکه :ښځه ،اسپه ،پوښتنه ،کتابچه او داسې او داسې نور...
نوټ :الف د بی سا نومونو په پای کې د ښځینه نوم نښی ګڼل کیږي ،کنه نو د نارینه نومونو په پای
کې هم راتلی شي .لکه :
ښځینه نومونه لکه :لیال ،مسکا ،ژړا ،خندا ،زیبا او داسې نور...
نارینه نومونه لکه :زړه ،تره ،نیکه ،وراره او داسې نور...
-۱حقیقي لفظي مونث (ساکښ نښوال) :هغه ده چې د یو ساکښ نوم وي او د تانیث نښه
هم پکې وي .لکه :چرګه ،ښځه ،پیغله ،ادې او داسې نور...
-۲غیر حقیقي لفظي مونث (بی سا نښوال) :هغه ده چې د بی سا شیانو نوم وي او
د تانیث نښه پکې وي .
لکه :څوګۍ ،غرمه ،ژړا ،پاڼه ،رڼا او داسي نور...
-۳حقیقي غیر لفظي مونث (ساکښ بې نښې) :هغه ده چې ساکښ وی لیکن د تانیث نښه
نه وي ،چې دې ډول مونث ته معنوي مونث هم وایي .
لکه :مور ،خور ،نږور ،ترور او داسې نور...
-۴غیر لفظي غیر حقیقي مونث (بې سا بې نښې) :هغه ته وایی چې د بی سا شیانو نوم
وي او د تانیث نښه هم پکې نه وي ،چې دې ډول مونث ته سماعي مونث هم وایي .
لکه :میاشت ،ږمنځ ،بړستن ،الر ،میچن ،ستن ،ورځ ،لمن ،غیږ ،وریځ ...
مفــــــــــــرد او جمــــــــــع
نوم د شمیراو کمیت له مخه پر دوه ډوله دي ( مفرد او جمع) :
جمع :هغه ده چې پر یوه نه بلکې زیاتو شیانو باندې داللت وکړي .
لکه :کتابچې ،ونې ،الس ماغو ، ،سړي او داسې نور...
د نوم د جمع کولو قاعدې
په پښتو ژبه کې جمع نومونه د مفرد نوم څخه د ځینې نښې په راوړلو جوړیږي .
د نارینه نوم د جمعې کولو قاعدې :د مفرد مذکرنومونو په پای کې د دغو نښې په راوړلو
جمع کیږي (ي ،ګان ،یان ،ان ،ونه) .
-۱هر مفرد مذکرنوم اوصفت چې په نرم (ی) ختم شوی وي ،دغه نرم (ی) په څرګند (ي) بدلیږي
او جمع ترینه جوړیږي .لکه :
نوټ :په دغسې نومونو کې ساکښ (جاندار) نومونه ،صفتونه او نسبتي صفتونه د مفرد په پای کې د
(ان) په زیاتولو هم جمع کیږي .لکه :
کابلی ،کندهاری ... مفرد :خوریی ،غویی ،
جمع :خورییان ،غوییان ،کابلیان ،کندهاریان...
-۲کوم صفتونه چې په منځ کې یې ساکن واو او ساکن ی وي ،دغه (واو) او (ی) په الف بدلیږی
او په پای کی یې یو کوچنۍ (ه) زیاتیږي او جمع ترینه جوړیږي .لکه :
مفرد :پښتون ،ړوند ،روڼ ،سوړ موړ ،تریخ ،پوخ ،زوړ ،شپون ،کوڼ ،او داسې نور...
جمع :پښتانه ،ړانده ،راڼه ،ساړه ،ماړه ،تراخه ،پاخه ،زاړه ،شپانه ،کاڼه او داسې نور...
-۳ساکښ نومونه او صفتونه چې په پای کې یې څرګند (ي) راغلي وي د (ان) په زیاتولو جمع
کیږي .لکه :
مفرد :دوبي ،موچي ،ښادي ،او داسې نور...
نوټ :د الف په نومونو کې ځینې په (یان) او د واو په نومونوځینې په (ان) هم جمع کوي .
لکه :مفرد :آشنا ،مال ،کال ،پټو ،خیټو او داسې نور...
جمــع :آشنایان ،مالیان ،پټوان ،خیټوان او داسې نور...
-۵ځینې یوه توریز او یو څپه ایز صفتونه د کږچنی (ه) په زیاتولو هم جمع کیږي .
لکه :مفرد :مل ،مړ ،اوم ،غل ،شین ،اوږد ،سور خر او داسې نور...
جمـع :مله ،مړه ،اومه ،غله ،شینه ،اوږده ،سره ،خره او داسې نور...
-۶کوم نومونه او صفتونه چې په اصلي توري ختم شوی وي که ساکښ وی د (ان) او که بی سا وی
د (ونه) په زیاتولو جمع کیږي .لګه :
د مفرد مونث نوم څخه د دغو روستاړو په راوړلو کې جمع د ښځینه د جمع کولوقاعدې :
جوړیږي :
-۱هغه مونث نومونه چې په څرګند (هـ) ختم شوی وي دغه (هـ) په اوږد (ې) بدلیږي او جمع
ترینه جوړیږي .لکه :
مفرد :پاڼه ،ګټه ،پخه ،پښه ،چرګه ،ژبه او داسې نور...
جمع :پاڼې ،ګټې ،پخې ،پښې ،چرګې ،ژبې اودا سې نور...
-۲کوم مونث نوم چې په اوږد واو او الف ختم شوي وي د (ګانې) په زیاتولو جمع کیږي .
لکه :مفرد :زانګو ،پیشو ،ورشو ،رڼا ،غوا او داسې نور...
جمع :زانګوګانې ،پیشوګانې ،ورشوګانې ،رڼاګانې ،غواګانې او داسې نور...
نوټ :ځینې پښتانه د الف نومونه د (وې) په راوړلو هم جمع کوي .
لکه :مفرد :انا ،ژړا ،رڼا ،غوا ...
جمع :اناوې ،ژړاوې ،رڼاوې ،غواوې ...
-۳کوم ساکښ نومونه چې په زورکۍ واله (ۍ) ختم شوی وي د (ګانې) او کوم بي سا نومونه چې
په څرګنده (ي) ختم شوي وي دغه (ي) په زورکۍ واله (ۍ) بدلیږي او جمع ترینه جوړیږي .لکه :
-۴کوم مونث نومونه چې په اوږد (ې) ختم شوی وی که پوهمن وي د (انې) او په بی ساه شیانو او
عمومي صفاتو نو جمع نه لری بلکه په خپله بڼه راځي .لکه :
-۵د شریکو او نسبتي صفاتو ښځینه جمع د نارینه جمع څخه د (ې) په زیاتولو جمع کیږي .
لکه :مذکرجمع :کابلیان ،موچیان ،کوالالن ،ساده ګان او داسې نور...
مونث جمع :کابلیانې ،موچیانې ،کوالالنې ،سادګانې او داسې نور...
-۶د معنوي مونثاتو جمع د دغو قاعدې الندې نه راځي بلکه بی قاعدې دي .لکه :
مفرد :مور ،خور ،نږور ،ترور ،یور ،تندار ،ورندار ،نجلۍ ،لور...
-۲مفعولي حالت :که کوم په یوه جمله کې مفعول (یوکارورباندې وشي) واقع شي ،دغه حالت ته
مفعولي حالت لري .
لکه :احمد بازارته ځي ،کریم ډوډۍ خوري ،محمود خط لیکې او داسې نور...
-۳ندایي حالت :که چیرې یو نوم باندې ندا او یا غږ وشي ،نو دغه حالت ته ندایي حالت وایي.
لکه :ای وروره ،ای خورې ،ای مورې ،احمده او داسې نور...
-۴ارتباتي حالت :که چیرې یو نوم د ارتباط له اداتو سره استتعمال شي ،نو دغه حالت ته ارتباتي
حالت وایي.
لکه :احمد بازارته ځي ،زه له زمری سره خبرې کوم ،تورپیکۍ ته کتاب ورکړه ...
نوټ :که چیرې دوه نومونو د (د) په واسطه یو بل سره ارتباط پیدا کړي ،نو هغه وخت ورته
اظافې ارتباط وایي ،په اظافي ارتباط لومړی مضاف الیه او ور پسې مضاف راځي .
لکه :د احمد کتاب ،د کابل ښار ،د افغانستان خلک...
او که مضاف الیه د (مې ،دې ،مو،یې) نومځري سره راشي نو مضاف د مخه راځي او مضاف
الیه وروسته راځي .
لکه :کتاب مې راکه ،قلم دې واخیست ،آس مو چیري دی ،کتاب یې ورکړه او داسې نور...
-۲لفظي حالت :د نوم لفظي حالتونه په روسته ډول ښودل کیږي .
-۱هغه نومونه چې په نرم ی ختم شوی وي ،په ندایي حالت کې مفتوح راځي ،او فتحه یې په ه
لکل کیږی .په ارتباتي او فاعلي حالتونو کې د جمعې په شکل راځي ،او په نورو حالتونو کې په
اصلي بڼه راځي .لکه :
مفعولي حالت فاعلي حالت ارتباتي حالت ندایي حالت
زه موټروهلم زلمي کارکوي په منګي اوبه نشته ای زلمیه !
بریالي ډوډۍ خوري احمد بریالی باندې کارکوی زه زلمي سره خبرې کوم ای محموده !
-۲هغه معنوي مونثات چې په صحیح توری ختم شوی وي په ندایې حالت کې مفتوح راځي او فتحه
یې په اوږد (ې) راځي ،او په ارتباطي حالت د (له ،بې ،تر) له اداتو سره مفتوح راځي چې فتحه
یې په (ه) لیکل کیږي او په نورو حالتونو کې په اصلي حالت کې راځي .
لکه :ندایې حـــالت :ای مورې ،ای خورې ،ای ترورې ،ای نږورې او داسې نور...
دی ارتباطي حالت :بی موره ژوند کول ډیر ګران دی ،له موره بل څوک ګران نشته ،
فاعلي حالت :مور مې کار کوي ،خور راته ووایاست ،ترور مې ډوډۍ خورې او داسې نور...
مفعولي حالت :احمد مور ته وایي ،نجلۍ د نږور السونو باندې نکریز ږدي اوداسې نور...
– ۳سماعي مونثات چې په څرګند (ه) او څرکند (ي) ختم شوي وي ،په ندایي ،ارتباطي او فاعلي حالتونو کې
د جمع په بڼه راځي .لکه :ندایي حالت :ای میرمنې ،ای دوستۍ ،ای ښادۍ او داسې نور...
ارتباطي حالت :انځرګل د خپل مېرمنې سره الړ ،بی دوستۍ څخه ژوند کول ډیر ګران ده ...
فاعلي حالت :دښمنۍ ډی کورونه وران کړل ،میرمنې ډوډۍ پخه کړه او داسې نور...
-۴کوم نومونه چې په اصلي توري ختم شوی وي او جمع یې په (ان ،ونه) کیږي ،په ندایې حالت
مفتوح راځي چې فتحه یې په (ه) کیږي او په نورو حالتونو کې په اصلي بڼه راځي .لکه :
ندایي حالت :ای هلکه ،ای وروره ،ای کوره ،ای ځوانه او داسې نور...
فاعلي حالت :ورور مې کار کوی ،ځوانان لوبې کوي ،کورونه د خلک څخه ساتنه کوي ...
مفعولي حالت :احمد لغتونوباندې کارکوي ،پالر خپل هلکان وهي او داسې نور...
ارتباطي حالت :موږ کورونه جوړو ،پالر خپل هلکان وهي او داسې نور...
-۵هغه صفتونه چې په منځ کې یې (و) وي ،په ندایي حالت کې مفتوح راځي او په نورو حالتونوکې د جمع په
پڼه راځي .لکه :ندایي حالت :ای توره ،ای زوړه ،ای لویه او داسې نور...
ارتباطي حالت :زه د پښتانه سره ډیره مینه لرم ،کریم د تورې سړي سره مینه نلری ...
فاعلي حالت :پښتانه تل زیار باسي ،زوړي سړي کار نشي کولي او داسې نور...
ندایي حالت :ای پښتانه ،ای توري ،ای زوړي هلک او داسې نور...
– ۶هغه اسم جنس او جمع مذکر چې په صحیح حرف ختم وي په ټول حالتونو کې یوازې په پای کې کوچنۍ
واو زیاتیږي .لکه :
فاعلي حالت :دغو ځوانانو ډیر کارونه وکړ ،هلکانو لوست وایي ...
مفعولي حالت :ښوونکی هلکانو باندې لوست ولوست ،هېواد خپل ځوانانو باندې واړي ...
ارتباطي حالت :د غنمو بیه څنګه دي ،د اوښانو بارونه درونده دي ...
-۱هغه عربي او دري لفظونه چې په څرګند (ي) ،اوږد واو او په (الف ،ه) ختم شوي وي .
دانشګا ـ دانشګا د علم ځای ده ،د کابل دانشګا ډیر ښه دانشګا ده ...
-۲ه غه عربي مصدرونه او لغتونه چې په (الف ،ه ،ع ،ح) په پښتو کې مونث استعمال کیږي .
لکه :تفریح -دوی ښه تفریح وکړه ،تفریح کول ډیر ښه کارده ...
ابتدا -اوس د کار ابتدا ده ،د هر کار ابتدا د خدای په نامه باید وشي ...
-۳د عربي ټول هغه مصدرونه چې په اصلي توری ختم شوي وي ،نو ورته مذکر کلیمي وایي .
-۴ټول عربي صفات چې په اصلي توري ختم شوي وي د (ه) په زیاتولو ورڅخه ښځینه جوړیږي .لکه :
مذکر :خدمتګار ،مالدار ،عاقل ،فاضل ...
-۵هغه عربي مصدرونه اوکلمې چې په (ه) ختم او کوم نومونه چې په (ع،ح) مفتوح شوی وي .
-۶کوم دري او ی ا عربي مصدرونه چې په الف ختم شوي وي نو د (ګانې ،وې) په زیاتولو جمع کیږي .
-۷کوم نومونه چې په (ح ،ع) ختم شوي وي او د مخه یې (الف ،واو ،ی ) راغلي وي او کوم نومونه چې په
څرګند (ي) عتم شوی وي نو دغه ټول نومونه د (ګانې) په زیاتولو جمع کیږي .لکه :
جمع :اطالع ګانې ،ارزوګانې ،اختراع ګانې ،موضوع ګانې ،رباعي ګانې ،مثنوي ګانې ...
-۸کوم عربي مصدرونه چې په صحیح توري ختم شوي وي ،ساکښ یې د (ان) او بی سا یې د (ونه) په
راوړلو جمع ګیږي .لکه :
ارتباطي حالت :مطالبوته ښه فکر کول ضروري ده .مفعولي حالت :زه مطالبو باندې کارکوم .
-۱۰کوم عربي نونه چې په (ه ،ح ،ع) ختم شوي وي په څلور واړو حالتونوکې د (ې) سره مفتوح کیږي .
نوټ :که چیري عربي مصدرونه او عربي نومونه د جمع په شکل کارول شي نو په پښتو ژبه د جمع مذکر حکم
لري .لکه :موضوعات ،مطالب ،اطالعات ...
ضمــــــــــــــــــــــــیر( نومځری)
ضمیر هغه کلمه ده چې د نوم پر ځاي راّځي او د نوم له تکرار څخه مخنیوی کوي .
ضمیرونه په پښتو کې په اوه ډوله دي چې په الندې ډول ښودل کیږي .
-۱شخصي ضمیرونه -۲ملکي یا اضافي ضمیرونه -۳اشاري ضمیرونه -۴استفهامي ضمیرونه -۵پلوي یا قیدي
ضمیرونه -۶مبهم ضمیرونه -۷اشتراکي ضمیرونه .
-۱شخصی ضمیرونه :هغه ضمیرونه دي چې پر یو معین شخص ،متکلم ،مخاطب او غایب باندې داللت کوي .
شخصی ضمیرونه د استعمال له مخې په دوه برخو ویشل کیږي .
الف :غښتلي (قوي)منفصل ضمیرونه
ب:کمزوري(ملکي)ناخپلواک ضمیرونه
الف:غښتلي (قوي)منفصل ضمیرونه :هغو ضمیرونه ته ویل کیږي چې په خپلواکه توګه معنا لري .
د شخصي ضمایرو مفرده بڼه اصلي او غیر اصلي حالت لري خو جمع یې د دواړو حاالتو لپاره یو شان راځی چې
په الندې ډول ښودل کیږي .
جمع مفرد اشخاص
اصلی حالت غیراصلی اصلی حالت ۱
ب:کمزوري(ملکي ناخپلواک)ضمیرونه :هغو ضمیرونه ته ویل کیږي چې په خپلواک توګه معنا نه ورکوی او کله
چې د یو نوم سره استعمال شي خپل مفهوم او معنا په ډاګه کوي.
جمع مفرد شخص
مو(قلمونه مو واخستل) مې(قلم مې راکړه) ۱
مو(کتابچې مو راکړئ) دې(قلم دې راکړه) ۲
یې(قلمونه یې واخستل) یې(قلم یې راکړه) ۳
-۲ملکي یا اضافي ضمیرونه :هغه ضمیرونه دي چې د یو شي ملکیت او متعلقیت ښیي چې په الندې ډول ښودل
کیږي.
جمع مفرد اشخاص
زمونږ زما ۱
ستاسې ستا ۲
ددوی دده نارینه ۳
دهغوی دهغه
ددوی ددې ښځینه
دهغوی دهغې
-۴استفهامي ضمیرونه :غه ضمیرونه ته ویل کیږی چې یوې پوښتنې لپاره په کارلویږي چې د شخص،زمان،ځای
څرنګوالي اوڅومره والي له مخې الندې ډولونه لري او ځنې یي د حالت او جنس له مخې اوړون مومي.
-۵پلوي یا قیدي ضمیرونه :هغه ضمیرونه دي چې فعل او سمت د اشخاصو له پلوه ښیي او درې بنې لري.چې
همیشه دفعل په سرکې واقع کیږی.
راځم،راواخله را ۱
درځم،درواخله در ۲
ورځم،ورواخله ور ۳
-۶مبهم ضمیرونه:هغه ضمیرونوته ویل کیږي چې دیو نامعین شي یا شخص لپاره راځي،چې دجنس اوحالت له
مخې اوړون مومي.
-۷اشتراکي ضمیر :دا ضمیر په پښتو کې یو دانه دي،ځکه اشتراکي ضمیر ورته وایي چې دلومړي،دوهم او دریم
شخص مفرد او جمع لپاره یو شان استعمالږي چې دجنس له مخې اوړون مومي.
صفت (ســــتاینـــــــــــــــــــــــــــــوم)
صفت هغې کلیمې ته وایي چې دیوه نوم حالت،کیفیت او څرنګوالې بیانوي.
-۲نسبتي صفت :هغه صفت ته ویل کیږې چې یو نوم ته یي نسبت شوي وي لکه په الندنې جدول کې
کورني یوسف زي کندهاري
او داسې نور سلېمان خیل
-۳اشاري صفت :هغه صفت ته ویل کیږي چې د هغو په واسطه یونوم ته اېشاره وشي او هغه ته ځانګړتیا ورکړي
لکه:
-دغه کورتۍ دې په څو روپۍ ګنډلې ده.
-دغه باغ د انګورو خوږه دي.
پورته جملو کې دغه ،دغه صفتونه او کورتۍ ،باغ موصوف دي .
-۴عددی صفت :هغه صفت ته ویل کیږي چې د هغه په واسطه د یو شي شمیر او اندازه معلومیږي او معدود هم
ورسره راغلی وي لکه:دوه السونه ،دوې سترګې او داسي نور.
په پورته عباراتو کي دوه ،دوې عددی صفتونه او السونه ،سترګې معدود دي.
:دوه ،درې ،څلور او داسې نور .
او که چیرې په رتبه او درجه داللت وکري نو رتبي عدد ورته ویل کیږي لکه :څلورم ،پنځم ،شپږم او داسې نور .
-۵استفهامې صفت:هغه صفت ویل کیږي چې د پوښتنې په وخت کې استعمالیږي او موصوف هم ورسره راغلي
وي لکه:
-څومره غنم دې په کار دي؟
-کوم هلک پوه دی؟
مصدر(زیږندنه)
مصدر :هغه خپلواک او معنی لرونکې کلمې ته وایي چې پرته د زمانې ښودلو څخه یو کار او چار ښیي او کوم
زمانه ترې نه ښکاریږي .لکه :ساتل ،وتل ،غورځول ،ګرځیدل ،پاڅیدل ،ژړیدل ...
په پښتو کې مصدر د لفظ او آخر په لحاظ الندې ډولونه لري :
-۱الم واال -لکه :وهل ،ساتل ،تلل ،ختل ،ژړل او داسې نور...
-۲ول واال – لکه غورځول ،ماتول ،تودول ،خنډول ،الوزول او داسې نور...
-۴کیدل واال – لکه :پرې کیدل ،وهل کیدل ،پورته کیدل او داسې نور...
-۵کول واال – لکه :پورته کول ،پرې کول ،پخال کول او داسې نور...
لکه :زه ډوډۍ خورم ،زه خط لیکم ،هغه کار کوی ...
هغه مصدرونه چې د حالیه افعالو په ډله کې خپله اصلي ماده ساتي او کوم اساسي بدلون پکې نه راځي
تغیرنه منونکې مصدرونه دي .لکه ( :منل ،ساتل) چې د حال څخه مستقبل یې بي تغیره جوړیږي ،
هغه مصدرونه دي چې د حالیه افعالو په اصلي ماده یې د یوې قاعدې سره سم پکې بدلون راځي .
لکه ( :وتل ،تلل) چې د حال په فعل کې یې (ت) په (ځ) بدلیږي چې مثالونه یې په الندې ډول کې ښودل کیږي
هغه مصدرونه دي چې په حالیه افعالو کې بي د کوم قانون او قاعدې څخه پکې بدلون راځي .
چې دغسې افعال په پښتو ډیر لږ دي .چې مثالونه یې په الندې ډول دي :
نوټ :په پښتو ژبه کې ټول مصدرونه د جمع مذکر حکم لري ،او ټول افعال او صفات د ادات له تورو سره
لیدل مو سره وشول ،د ډیر خوړل څخه ځان پرهیز کړئ ،المبو وهل ډیر ګټه لري ...
فعل د معنی له مخې :فعل د معنی په لحاظ په الزمي ،متعدي ،معلوم ،مجهول ،مثبت او منفې باندې ویشل
کیږي :
-۱الزمي فعل :هغه ته وایي چې یوازي په فاعل تمامیږي .لکه :پاڅیده ،کښیناست ،وخوت ...
لکه :زلمی کتاب لولي ،احمد کار کوي ،تورپیکۍ خبرې کوي ...
-۳معلوم او مجهول فعل :که چیرې په یو جمله کې د هغه فاعل معلوم وي ،معلوم او که مجهول وي
نو مجهول فعل ورته وایي .لکه :معلوم :زلمی کتاب لولي ،احمد کار کوي ،تورپیکۍ خبرې کوي
-۴د امر فعل :هغه کلمه ده چې د هغه په واسطه د یو کار په کولو حکم کیږي .
-۲مستقبل (راتلونکې) :لکه :ـ هغه به کار کوی ،زه به ډوډۍ خورم ،احمد به لوست وایي ...
-۳تیره :لکه :ـ هغه کار وکړ ،ما خط ولیکه ،احمد لوست ولوست ...
:هغه ته وایي چې په موجوده زمانه کې د یو کار په کولو داللت کوي . د حال فعل
-۱استمراري حال :هغه فعل ته وایي چې د هغه فاعل د استمرار په حالت کې وي .
لکه :اورم – د مفرد متکم لپاره :لکه :ـ زه ستا خبره اورم .
اورو – د جمع متکم لپاره :لکه :ـ مونږ ستا خبره اورو .
اورې – د مفرد مخاطب لپاره :لکـه -:ته زما خبره اورې .
ا وري – د غایب د ټولو صیغو لپاره :لکه :ـ دی زما خبره اوري ،دا زما خبره اوري ،
-۲مطلق حال :هغه فعل ته وایي چې په موجوده زمانه کې په مطلق ډول د یو کار په کولو داللت کوي .
لکه :زه واورم ،ته واوره ،هغه واوري ،مونږ واورو ...
-۳امکاني حال :هغه ده چې په موجوده زمانه په امکانې ډول د یو کار په کولو داللت کوي .
امکاني حال د امکاني صفت په پپآی کې د (شول) د امکاني فعل په ګردانولو کې جوړیږي .
لکه :زه ستتا خبره اوریدالی شم ،موږ ستا خبره اوریدالی شو ،ته زما خبره اوریدالی شې ،دی زما خبره
اوریدالی شي ،دا زما خبره اوریدالي شي ...
د (ول واال ،کول واال) مصدرونه په استمراري او امکاني حال د (ل واال) مصدرونو په شان جوړیږي
مستقبل (راتلونکې) :هغه کلمه ده چې پّ راتلونکې زمانه د یو کار په کولو داللت کوي .لکه :وبه
وایم ،کار به کوم ،جوړ به کړم ...
-۱استمراري مستقبل :استمراري مستقبل عینا ً د استمراري حال په شان دی ،خو یوازي د اسمتراري په
حال کې (به) زیاتیږي .لکه :
-۲مطلق مستقبل :د مطلق حال په منځ کې د (به) په زیاتولو جوړیږي .
لکه :وبه غواړم ،وبه غواړي ،وبه غواړې ،وبه غواړئ ،و به غواړو ...
-۳امکاني مستقبل :د امکاني حال څخه په منځ کې یې د (به) په زیاتولو جوړیږي .
نوټ :دغه د مستقبل عالمه (به) په جمله کې تل د فاعل سره نغښتې دي .
ماضي فعل په پښتو کې ډیر ډولونه لري چې په الندې ډول ښودل کیږي .
استمراري ماضي :هغه فعل ته وایي چې په تیر طمانه کې د کار استمرار او دوام وښیي .
استمراري فعل د مصدر څخه د هغه په پای کې د متصل ضمیرونو په ګردانولو جوړیږي .
چې اته صیغي لري .لکه (ختل) مصدر چې په الندې ډول ګردانیږي :
نوټ -۱ :په متعدي افعالو کې د کاضي ګردان د مفعول په واسطه کیږي .
لکه :ته احمد لیدلې ،مونږ احمد لیدلو ،تاسې احمد لیدلئ ...
استمراري ماضي په پښتو کې تل د مصدر اصلي حالت ساتي (د تغیر منونکومصدرونو په شمول)
یعني شکل یې تغیر نه کوي او یوازې په پای کې یې متصل ضمیرونه ګردانیږي .
-۲مطلقه ماضي :هغه ده چې په مطلق ډول په تیره زمانه کې د فعل په کیدلو داللت کوي .
یادونه :
۱ـ د (تلل ،راتلل) مصدرونه بې قاعدې دي چې په مطلقه ماضي کې په (راغی ،والړ) کې ګردانیږي .
د (یدل او کیدل واال مصدرونه مطلقه ماضي د (شول) سره جوړیږي .
لکه :جوړشوم ،جوړ شو ،جوړې شوې ،جوړشوئ ،جوړشوه ،جوړ شول ،
د (ول ،کول واال) مصدرونه د فعلي مادي په پای کې د (کړل) سره ګردانیږي .
لکه :جوړ کړم ،جوړ کړو ،جوړ کړی ،جوړې کړې ،جوړکړه ...
-۳لیرې ماضي :هغه فعل ته وایې چې په لیرې زمانه کې د کا په کیدلو داللت وکړي .
لیرې ماضي د فعلي صفت څخه د (وم ،وو ،وئ ،وې ،وه ) په ګردانولو جوړیږي .
-۴نیږدې ماضي :هغه فعل ته وایې چې په په نیږدې ماضي د یو کار په کولو داللت وکړي .
نیږدې ماضي د فعلي صفت په پای کې د ( یم ،یو ،یې ،یئ ،دی ،ده ،دي) په ګردانولو جوړیږي .
-۵احتمالي ماضي :هغه ده چې په تیره زمانه کې په احتمالي توګه د یو کار په کولو داللت وکړي
احتمالي ما ضي د فعلي صفت په پای کې د (به یم ،به یې ،به یو ،به یی ،به یي ) په ګردانولو کې
جوړیږي .لکه :ښایي کړی به یم ،ګوندې کړي یو ،ښایې کړې به یې ،ګواکي کړی به یئ ...
-۶امکاني ماضـي :هغه فعل ته وایي چې په تیره زمانه کې د چار امکان ښیي ،امکاني ماضي په دوه ډوله
ده .
۱ـ استمراري امکاني ماضي :د فعلي صفت په پای کې د (شوم ،شوو ،شوې ،شوئ ،شویې ،ښو ) په
ګردانولو کې جوړیږي .لکه :ختالی شوم ،ختالی شوو ترآخره پورې ...
-۲مطلقه امکاني ماضي :هغه ته وایې چې په تیره زمانه کې په مطلق ډول د یو کار په کیدلو کې
داللت وکړي ،او د استمراري امکاني ماضي یه سر کې د (و) په زیاتولو کې جوړیږي .
لکه :وختالی شوم ،وختالی شوې ،وختالی شي ...
د امر فعل
هغه کلمه ده چې د هغه په واسطه د یو کار په کولو کې امر کیږي .
لکه :وکړه ،مه کوه ،کښینه ،مه ګوره او داسې نور...
حال امر په پښتو کې په دوه ډوله ده .
۱ـ استمراري :استمراري امر د مصدر په پای کې د (ل) پرځای د مفرد لپاره (ه) او د جمع لپاره
(ئ) په زیاتولو جوړیږي .لکه :مفرد :ګوره ،کړه ،پاڅیږه او دا سې نور...
جمع :ګورئ ،کړئ ،پاڅیږئ او داسې نور...
هغه کلیمي دي چي په ځانګړې توکو کومه معنا نه لري مګر د فعلونو او نومونو سره د یوې -۶ادات:
معنا د افاده کولو لپاره استعمالیږي.لکه (:د ،له ،ته ،څخه ،کې ،هسې ،او ،ته )چي په الندي
جملو کي راغلي دي.
البته ادات په څلور دوله ده
۱تشبیه توري ۲اضافه توري ۳د عطف توري ۴د ربط توري
زهرا په سمیرا غوندې ده.
د احمد کتاب ورک شوی .
احمد او تمیم یو ځای ښوونځی ته ځی .
زه کله کله ښار ته ځم .
قیدونه په پښتو کې دوه دوله دي الف)ګردانیدونکي قیدونه ب)نه ګردانیدونکي قیدونه .
ګردانیدونکي (غیراصلی )قیدونه:هغه قیدونه دي چې د فعل فاعل یا مفعول لپاره ګردانیږي که الزمي وی د فاعل
نه ګردانیدونکي (اصلی) قیدونه:هغه قیدونه دي چې د فعل فاعل یا مفعول لپاره نه ګردانیږي .
-۲د ځای قید:هغه قید دی چې د فعل پیښدنه د ځای او چاپیلایر له مخې څرګندوي لکه:
د باندې پورته مخ ته هورې دلته
اخوا الندې بیرته مخکې هلته
د یخوا باندې وړاندې وروسته دلې
- ۳د شک قید :هغه قید ته ویل کیږي چې د یو فعل د اجراکیدو شک ښکاره کوي لکه:ګوندې راشي ،شاید راشي .
-۴د علت قید :چې د یو فعل علت پوښتي لکه :څله ځې ؟ ولې نه کښینې ؟
-۵د وضعیت او حالت قید :چې د یو فعل څرنګوالی او حالت ښیي لکه :ژرژر راځه ،په منډه منډه ځه .
په ګرامري معنا او مفهوم کې د یو ژبې تر ټولو کوچنی واحد ،چې د تقسیم وړ نه وي تکمیم یا نحوي
واحد ورته وایي .د مثال په توګه :که ووایو :دغه قلم دی؟ که د همدې سوالیه جمله په ځواب کې ویل
شی :بلی یا و .په ګرامري لحاظ بشپړه مطلب ادا شو ( بلی یا و ) یو تکمیم دی.
ترکیب :ترکیب هم د نحوي واحدونه له جملې څخه دی ،چې د جملو په جوړولو کې دیر مهم سهم لري.
ترکیب د دوو یا زیاتو مستقل او نامستقل کلیمو ټولګه ده .چې برخې یې یو له بله سره ګرامري اړیکې
لري .ترکیبونه لومړی په اسمی او فعلی ډلو ویشل کیږي .د اسمی ترکیبونه اساسی برخه اسم او دد فعلی
ترکیبونه اساسی برخه فعل دي.
اسمی ترکیبونه ډیر ډولونه لري لکه :اضافی ترکیبونه ،توصیفی ترکیبونه ،قیدی ترکیبونه ،عددی
ترکیبونه ،تاکیدی او نور...
فقره :فقره هم یو نحوی واحد دی چې د جمله اصلی ارکان ( مبتدا او خبر) دواړه لري خو کله کله چي
په نحوي جوړښت کې معنا له مخې د جملې د بلې برخې جز ګرځي او ور پورژ مقیدیږي .د مثال په ډول
که ووایو( :درس اسان دی) .یو خپلواکه ګرامري بڼه ده خو که وویل شي (:درس چې آسان و) په دغه
حالت کې د (چې) سره مقید شوه او باید بله ګرامري بڼه ورپورې وتړل شي چې مانا یې کامل شي .لکه :
(درس چې آسان و شاګردان خوشال کیږي).
جمله :جمله عربي کلمه ده چې مانا یې ټولګه یا مجموعه ده ،او په اصطالح کې د الفاظو او کلیمو یو
داسې ترکیبب چې یو کامل معنا افاده کړي ،جمله بلل کیږي.
د جمله جوړښت توکي :د یو کامل جمله په ساختار کې خپلواک توکي او مرستیال توکي ونډه لري.
خپلواکو توکو لکه :نومونه ،صفتونه ،نومځري او نور ...او په کومکي تو کو کې ادات مختاړی ،
وروستاړی او داسی نور راځي.
– ۱مبتدا ( فاعل یا مسند الیه ) :په جمله کې دهغه په باب خبرې ورکول کیږي .
– ۲خبر ( فعل یا مسند) :دجمله هغه برخه ده چې د مسندالیه په اړه خبرې کوي یا د هغه حال
څرګندوي .خبر د جوړښت له مخې په ساده او مرکب باندې تقسیم کیږي.
هغه جمله چې د خبر په برخه کې یې پوره فعل یا فعلی ترکیب راغلی وي د فعلي جمله ،او هغه چې
مبتدا او خبر دواړه نومونه وي اسمی جمله ورته وایی.
دجمله ډولونه :جمله د بڼې او ساختار له مخې په ساده او مرکب او د معنا له مخې په خبري او ناخبري
ډولونو ویښل کیږي.
خبری هغه دي چې د یو څیز حال او کیفیت بیان او څرګندونې کوي .لکه علی درس وایي.
شکي :لکه :ښایې علی راغلی وي .ګوندې مرسته راسره وکړي.
قافیه یو عربي کلیمه ده چې په لفت کې شا او عقب مانا لري او په ادبي اصطالح هغه پوهنه ده چې د شعر د
بیتونو د دورونو له ورستیو همغږیو او هم آهنګیو څخه بحث کوي.
دلته لومړۍ د قافیه کلیمې بیا توري ،حرکتونه او ډولونه په مثالونو سره وایو.
د قافیه کلمې :هغه کلمه چې د دورونو په پای کې مراعات شوې وي .لکه په الندې بیت :
دقافیه توري :هغو دي چې الزمه هماهنګي لري اودا توري ( ) ۹دي :
(روی ،ردیف ،قید ،دتاسیس الف ،د خیل یا متغایر توري ،وصل ،خروج ،مزید ،نایر)
-۱روي :په لغت کې رسۍ ته وایی او د ادبي فنونو کې د قافیه هغه توري دي چې پرته له هغه قافیه نه
جوړیږي.
چې نسکور لکه حباب دي جـــــــام زما په دریاب څرنګه تر شي کـــــام زما
-۲ردیف :په لغت کې یو په بل پسې سپور او دوه پشته وایی،او ادبی فنون کې د قافیو په کلیمو کې لومړۍ
هماهنګ توري خپلواک ( الف ،و ،ی) توري له روی څخه د مخه راغلی وي ( ردف) بلل کیږي.
پس له مرګه د سړي قدر عیان شي یار د یار د جدایۍ پر وخت ګران شي
– ۳قید که چیرې د قافیه په کلیمه کې هماهنګې په دوه څنګ په څنګ یې حرکته یا ساکن تورو کې راغلې وي
،لومړی بې حرکته یا ساکن غږ ته قید وایي.
ځم لکه نکهت په الره مست یمه زه دې د ادا له رنګه هست یمه
- ۴د تاسیس الف :که چیرې د قافیه په کلیمه کې هماهنګه په خپلواک ( الف) توري پیل شوی وی او دغه الف
او روی نه مخ کې د خیل یا متغایر توري راغلی وي نو دغه الف ته د تاسیس الف وایي.
ښه څیړۍ ولره بویه موافق خر د سرو زرو د زین نه دی الیق
په بیت کې د الیق او موافق د قافیه کلمه دي په هماهنګه برخه چې الف خپلواک غږ دي او وروسته ترې د خیل
توري راغلی دي ،د تاسیس یې بولې.
د خیل یا متغایر توري :هغه مخالف توري چې په موسسه قافیه کې د تاسیس الف او روي تر منځ راغلي وي د
خیل یا متغایر توري بلل کیږي.
دلته سخاوت او عنایت د قافیه کلیمه او ( کا – کا ) یې ردف دي ( اوت او ایت ) یې هماهنګه برخه ده ( و،ی)
چې دتاسیس الف او روی تر منځ موقیعیت لري د خیل یا متغایر توري دي.
دقافیې کلمه ښپږ حرکتونه لري ،چې بیالبیل ځایونه راتالی شي.د قافیه حرکتونه دا دي .
رس په لغت کژ پیل ته وایي او او د ادبی فنونو په اصطالح کې د تاسیس الف څخه د مخکې توري حرکت ( چي
زور دی) بلل کیږي .
که سپی دی ستا در زما صاحب دی لکه ته هسی رقیب په ما غالب دي
په پورته بیت کې غالب او رقیب د قافیه کلمه او ( دی – دی) ردف دي .هماهنګه برخه کې چې د تاسیس له الف
څخه د مخه تورو( غ و ص) حرکتونه زورونه دي ((.رس)) بلل کیږي.
– ۲حذر په لغت کې برابر ته وایی .او په اصصطالح کې د قید او ردف له تو رو څخه د مخه تورو حرکت ته
حذر وایل کیږي.
– ۳اشباع :په لغت کې مړښت ته وایی او په اصطالح کې د خیل تورو حرکت ته اشباع وایی.
په دې بیت کې د قافیه کلمې ( حاصل ـ ناقابل) دي ،الف چې خپلواک غږ او دتاسیس الف دي ( ص ،ب) د
تاسیس الف او روی ترمنځ راغلې د خیل توري دي .د همدغو دوو تورو ( ص ،ب ) حرکتونه چې ( زیرونه )
یا کسري دي اشباع بلل کیږي .
– ۴توجیه :په لغت کې د یوشی د مخه کولو په معنا ده او په اصطالح کې د قافیه په کلمو کې دروی له توري
څخه د مخه توري حرکت ته توجیه وایي.
ډیوه د هوش مې په سلګو شوه له سحر سره ځي ځوانې زما شوه دود له غریبه د دلبر سره ځي
حکمي قافیه عموما په لنډیو کې رعایت کیږي ،چې د هرې لنډۍ آخر ته باید ( نه و مه ) اهنګ راشي.
حتمي قافیه :هغه ده چې د نظم په دواړو نیم بیتو کې داسې کلمې راوړي چې یو بل سره حتمي هماهنګي
ولري .دا قافیه د کلیمو د مراعات په لحاظ په دوه ډوله ده