Professional Documents
Culture Documents
دانجنییرانولارښوود
دانجنییرانولارښوود
څرنګه چه په دریو لسیزو كي زموږګران هیواد ډیري ورانئ او ویجاړیدني زغملي او زغمي
یي .د قادر او بښو نكي هللا (ج) څخه هیله لرو چه زموږ په هیواد كي همیشنئ صلحه ټینګه
شي ،تر څو وكوالي شو دهللا (ج) په پیرزوینه او د خپلو غیرتي او زغم ګالونكو خلكو د هاند او
هلوځلو په نتیجه كي دا وراني او ویجاړي بیرته ورغول شي.
داچه اوس مهال د هیواد په ګوټ ګوټ كي څه نا څه د بیا رغونئ او پرمختیایي كارونه روان
دي په ځیني ځایو كي په كارو كي څه ناڅه تخنیكي ستونزي او نیمګړتیاوي تر سترګو كیږي،
په تیره بیا د ځینو سړكو پلچك چه د جوړولو څخه وروسته په ډیر كم وخت كي له منځه تللي یا
سخت زیانمن شویدي چه المل یي غیر مسلكي جوړول اونقشه كول دي ځكه چه په زیاتو
كورنیو كمپنیو كي د مسلكي او تجربه لرونكو انجینرانو نشتوالئ دي .همدارنګه ځیني ودانئ
جوړیږي یا جوړي شوي چه د ورانونكوزلزلود ویجاړیدو د مخنیوي په هكله یي په دیزاین كي
هیڅ تدابیر په نظر كي ندي نیول شوي اوداسي نوري ستونزي.
له دي كبله مي له پخوا څخه تلوسه درلوده چه څه داسي الرښو ني پخپل مورنئ ژبه تیاري
كړاي شم چه تر څو زموږ نوي ځوان انجینران وكړاي شي د هغي په پلي كولو سره یي په
كارو كي نیمګړتیاوي له منځه الړي شي یا لږ تر لږه كمي شي .دیدي موخي لپاره مي ځیني
موضو عات لكه د كانكریټو د مخلوط جوړونه ،زلزله ،د سړكو د پلچكو نقشه كول ،د ودانئ د
احجامو اټكلونه او داس نور موضوعات دځیني معتبرو انګیسي سرچینو څخه د هللا (ج) په
توفیق سره په پشتوژبه وژباړل .كه څه هم دا موضوعات او الر ښوني لنډي اوځیني یي د
جدولونو په ترځ كي ترسره شویدي ،بیا هم هیله ده چه د لوستونكو لپاره ګټوري تمامي شي.
كه د هللا خوښه وه دادي ژباړني لړي به نوره جاري ساتم .د سیخ لرونكو كانكریټي
ساختمانونودتفصیلي او په جزئیاتوسره د دیزاین په هكله به نوري ژباړي كووم.
كیداي شي زما په ژپاړه او لیكنه كي څه غلطئ او نیمګړ تیاوي شتون ولري له دي كبله د ګرانو
لوستونكو څخه په د رنښت هیله كیږي چه خپلي نیوكي موږته راواستوي تر ځو موږ وكوالي
شو په وروستي چاپ كي یي اصالح كړاي شو.
انجینر روح هللا اسحاقزي چا چه د دي رسالي په ژباړلو ،كمپیوتر كولواو د اشكالو په
رسمولوكي پوره ونډه اخیستي ده د زړه له كومي مننه كیږي .اوژمن دی چه د (Building
) Constructionپه انګلیسي لیکل شوی کتاب پښتو ته وژباړي.
دوهم څپرکۍ
د مخلوط د تناسب اټكلونه
دریم څپرکۍ
دکانکریټودساتنې پروسه
دکانکریټومخلوطول
دکانکریټوانتقالول
څلورم څپرکۍ
دودانیو بڼه
پنځم څپرکۍ
دښوونځیو و دانۍ
شپږم څپرکۍ
خلطنكي د یوالونه
كاږه پلونه
اووم څپرکۍ
برآورداواندازه
مځکنی کار او کیندنې
مساله
دسمنټو اوچونې مساله
چونه یي مساله:
سمنټي مساله:
کانکریټ
دسمنټووزن:
دسمنټوکانکریټ:
کارګر-لوی کارونه
سمنټ دکوچنیوکارونولپاره
سیخداره کانکریټ
ددې لپاره چه د كانكریټو د مخلوطولو داسې یو اقتصادي تناسب غوره شي چه په دواړو حاالتو
كې یعنې د تازه النده مخلوط اود سختیدو نه وروسته حاالتو كې په زړه پورې نتیجې ولري.
دې مقصد ته د رسیدو لپاره په الندې مختلفو عواملو او د مخلوط په خواصو باندې پوهیدل
ضروري ده.
مقاومت Strength
مقاومت د كانكریټو له مهمو خواصو ځني ګڼل كیږي چه د كانكریټو په نورو د اهمیت وړ
خواصو باندې په زړه پورې اثر غورځوالی شي .کانکریټ باید په هغه اندازه قوي وي چه
بیله دې چه څه زیان ورته ورسیږي د ټول وارد شو یو فشارونو په مقابل كې د ا حتیا طي
فكتورونوپه نظر كې نیولو سر بیره مقاومت وكړای شي .كله چه د كانكریټو مخلوط د اوبو او
سمنټو د لوړ مجازي تناسب د لرلو په اساس سره دیزاین شي پكارده چه د كانكریټو د تداوم
ضروریات په نظر كي ونیول شي .كانكریټ خپل مطلوب مقاومت هغه وخت الس ته راوړلی
شي چه د اچولو په وخت كې په ښه توګه قالب کې ځای پرځای شي او كافي اوبه دكافي وخت
لپاره ورته ورسیږي ،اجازه ورنكړاي شي چه ژر وچ شي ،ځكه چه لوندوالی د كانكریټو د
مقاومت د لوړ والي لپاره ډیر ضروري دي.چه د زیات وخت لپاره په ټیټه درجه د حرارت كې
النده وساتل شي.
هندي سټانډرډ ۱۹۶۴-۴۵۶اوه مارکونه یې د كانكریټو لپاره ټاكلي دي .مارك ،۱۰۰مارك
،۱۵۰مارك ،۲۰۰مارك ،۲۵۰مارك ،۳۰۰مارك ،۳۵۰مارك ،۴۰۰چه ۱۰۰او
۱۵۰اعداد ،د ۱۵سانتي متره كانكریټي مكعب د ۲۸ورځو د فشاري مقاومت څخه عبارت دي
چه په كیلو ګرام سانتي متر مربع سره ښودل كیږي.
پایښت : Durability
د مخلو ط د مناسب تناسب ټاكنه نه یوازې دا چه د مقاومت شرایط تاء مینوي بلكه د كانكریټ
د پایښت په هكله په زړه پورې رول لوبولی شي.
.۱د جغل د تناسب اندازه كمول :په دې باندې پوهیدل پكاردي هر څومره چه د میده ریګ
د مخلوط كاري وړتیا اوچتیږي. اندازه زیاتیږي
*Segregationپه مخلوط كې كله چه جغل هڅه وكړي د میده ریګ څخه بیل شي
اوبلنیدل په هغه حالت كې چه اضافي اوبه هڅه وكړي د مسالې (مخلوط) سرته
*Bleedingراشي.
سلمپ ټیسټ معموالً د عادي كانكریټو د آزمیښت (ټیسټ) كولو لپاره كارول كیږي .چه د یو
مخروطي شكله ټیوب په مرسته اجرا كیږي .د مخروطي ټیوب دواړه قاعدې(سرونه) خالص
دي چه د الندې ا و با ندې سراو قطرونه یې په ترتیب سره ۲۰سانتي متره او ۱۰سانتي متره
وي او ۳۰سانتي متره لوړوالی و لري .مخروطي ټیوب په همواره غیر جاذبه سطحه باندې
ایښوول كیږي وروسته د كانكریټ له مخلوط څخه په څلورو مساوي طبقو كې ډكیږي .هره
طبقه یې په یوه او سپنیز میله باندې چه ۱۶ملي متره قطر او ۶۰سانتي متره اوږدوالی ولري،
۲۵ګوزاره سره ټپول كیږي ،ګوزارونه یو شانته په ټوله سطحه باندې په داسې قوت سره عملي
شي چه میله په بشپړه توګه د طبقې تر بیخه پورې ښخه شي .كله چه ټیوب په مكمل ډول ډك
شي ،بیله ځنډه ټیوب په ډیر احتیاط سره اوچتیږي ،هڅه وشي چه د اوچتولو په دوران كې ځاي
پر ځاې شوې مساله ونه خوځیږي .كانكریټو ته اجازه وركړل شي چه آزادانه كښیني ،د نمونې
شړیدل شوې برخې عمودي اندازه په ملي متر سره ثبت شي چه هغې ته سلمپ یا شړیدنه وایي.
الندنی جدول د شړیدنې منلې شوې كچه د ډول ډول كانكریټولپاره را ښیي.
Slump
30 cm
شکل ۱-۱
جدول ۱-۱ منل شو ې شړیدنه (سلمپ) د مختلفو كانكریټي مخلوطو لپاره:
سلمپ په ملي شمیره د كانكریټو ډول Type of Concrete
متر سره
۲۰تر ۳۰ د سړك لپاره كانكریټ Concrete for road work ۱
۵۰تر ۱۰۰ پو ښښ او بیم ط Beam and slab ۲
۷۵تر ۱۵۰ پایه ،استنادي دیوالونه او همدارنګه نري عمودي كارونه
Column, retaining walls and thin vertical ۳
members, etc.
۷۵تر ۱۲۰ غیر جذبونكي كارونه Impermeable works ۴
۱۲تر ۲۵ لړزه شوی كانكریټ vibrated concrete ۵
۲۵تر ۵۰ Mass concreteحجیم كانكریټ ۶
دوهم څپرکۍ
د مخلوط د تناسب اټكلونه
Concrete Mix Design
د مخلوط لپاره عمومي معیارونه:
د مخلوط اټكلول اومحا سبه كول د یوه مثال په ترڅ كې په الندې ډول سره تشریح كیږي .الندې
معیارونه و انګیرل شي (فرض كړل شي).
د ساختمان پنډوالی كوم چه كانكریټ كیږي او د سیخانو فاصلې څخه دا سې څرګندیږي چه
هغه جغل چه په مخلوط كې د استعما ل وړدي ،دد انو غټواله یې د ۴۰ملي مترو څخه تر
۴،۷۵ملي مترو پورې وي چه په ساحه كې موجود دي .د مخلو ط د قوي تپك كولو لپاره قوي
وایبریشن ( لړزه) آله شتون لري چه ډیر سخت ( ( very stiffمخلوط په بشپړه توګه تپك
كولی شي .د وچ شوي غټ جغل كثافت ۱۶۰۰كیلو ګرامه په یوه متر مكعب كې دي .څنګه
چه چاپیر یال ډیر سوړ او خطرناك دی له دې كبله د هوا لرونكې كانكریټ استعمالول پكاردي.
چه تناسب یې په الندې ډول محاسبه كیداشي:
Ratio of req.strenght to specified strenght,f'cr/f'c
1.50
Chances of strenght being 1 in100 1 in 50
lower than specified 1 in 200
1.45
1 in 20
1.40
1 in 10
1.35
1.30
1.25
1 in 5
1.20
1.15
1 in 3
1.10
1.05
1.00
0 5 10 15 20 25
شکل ۲-۱
7000
47
6500
43
6000
35
5000
Non-air-entrained concrete
4500 31
4000
27
3500
23
3000
Air-entrained concrete 19
2500
15
2000
1500 11
1000 7
0.30 0.40 0.50 0.60 0.70 0.80 0.90
شکل ۲-۲
په داسې حال كې چه ډیر سخت ( )very stiffمخلوط الس ته راشي ،او هوا لرونكی كانكریټ
وكارول شي ،د غټ جغل اندازه ۴۰ملي مترو ته ورسیږي ،د اوبو اندازه ۱۳۰كیلو ګرامه
اټكلیدای شي .د ۲-۳او ۲-۴دانځورونو له مخې د هوا اړینه اندازه ،د نرم مخلوط لپاره ۴،۵
سلنه را ښیي چه د هوا داخلیدل د زیاتګي محلول Admixtureپه ذریعه په مخلوط كې
ګډیږي .د هوا دداخلولو زیاتګي محلول Admixtureكله چه په مخلوط کې ور زیاتیږي باید
د مایع په شكل د او بویوه برخه محسوبه شي .څرنګه چه موږ مخلوط ډیر سخت ()very stiff
په نظر كې نیولی دی ،نو د هوا پورتني اندازه لږ څه را كمه شي ،تر څو ډیر سخت مخلوط
الس ته راشي یعني ۳سلنه نیول كیږي ،د ۲-۵انځورپا ورقۍ ته مراجعه وشي.
Plastic
190 319
180
Stiff Plastic 299
170
Stiff
279
160 Very Stiff
150 259
140 239
130 219
9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40
Maximum size of aggregate mm
۲-۳ شکل
Very Plastic
180 302
160
Stiff Plastic 262
150
242
Stiff
140
Very Stiff
222
130 Extremely dry
120 202
9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40
Maximum size of aggregate mm
۲-۴ شکل
Maximum size of aggregate in
1 5 3
3/8'' 2'' 8'' 4'' 1.0'' 1 14'' 1 12''
8
7
Recommended average total air-content in
6 air-entrained concrete
5
Air content %
3
Approximate amount of entrapped air in
non-air-entrained concrete
2
0
9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40
Maximum size of aggregate mm
۲-۵ شکل
د ۲-۶انڅور له مخې چیرته چه د غټ جغل اندازه ۴۰ملي متره وي او د ریګ د میده ګۍ
مډل( ۲،۸۰ ) Fineness Modulusوي،دوچ شوي غټ جغل اندازه ۰،۷۱متر مكعب،
په هر متر مكعب كانكریټ كي ده ،چه ۷۵تر ۱۰۰ملي متره پورې سلمپ( شړیدنه)ولري.
FM 2,60
FM 2,80
0.7 FM 3,00
FM 3,20
0.65
0.6
0.55
0.5
0.45
0.4
9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40
Maximum size of aggregate mm
شکل ۲-۶
۷-۲انځور،د ډیر سخت ( )very stiffمخلوط لپاره دی ،چه د غټ جغل اندازه باید % ۱۲۵د
نرم مخلوط په پرتله وي ۰،۸۹=۰،۷۱ x ۱،۲۵متر مكعب ،چه په دې ترتیب د وزن له مخې
۱۴۲۴=۰،۸۹x۱۶۰۰كیلو ګرامه كټه دانه جغل د یو متر مكعب كانكریټ لپاره پكار دي.
160
Extremely dry
concrete%
140
Very Stiff
120
Stiff
Stiff Plastic
100
80
9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39
شکل ۲-۷
څنګه چه د سمنټو ،اوبو ،غټ جغل،اود هوا اندازې ځرګندې شوې ،د میده جغل(ریګ) اندازه
په الندې ډول ټا كل كیدای شي:
په جغل كې د موجودو اوبو بر سیره ،هغه اوبه چه جغل یې له ځانه سره ساتي یا جذ بوي ،د
مخلوط د اوبویوه برخه وګڼل شي .څنګه چه د ریګ جذابیت په پورتني مثال كې % ۰،۷او د
جغل % ۰،۵ښودل شویدي .په ریګ كې موجودې اوبه .% ۴،۳ = ۰،۷ – ۵په جغل كې
موجودي اوبه = .% ۰،۵= ۰،۵ – ۱دارنګه په ریګ كې د موجودو اوبو اندازه =
۲۳ = ۵۴۴x۰،۰۴۳كیلو ګرامه ،اوپه جغل كي د موجودو اوبو اندازه = ۷= ۱۴۲۴x۰.۰۰۵
كیلو ګرامه ،پس د مخلوط لپاره د اړینو اوبواندازه = ۱۰۰=) ۷ + ۲۳( -۱۳۰كیلو ګرامه ده.
د یوه متر مكعب كانكریټو د اجزاؤ لپاره محاسبه په پورته ډ ول ترتیب شوه ،مګر هر
چیرته او هر وخت داسې مكسر چه یو متر مكعب ظرفیت ولري ،وجود نلري ،پكارده چه
دا اندازې د مكسر د ظرفیت سره عیارې شي .یعنې كه د مكسر ظرفیت ۰،۵۵متر مكعبه
وي ،د مخلوط وچې اجزاوې په الندې ډول سره سنبال شي.
کله چه دهوادحرارت درجه درې ورځې په متواترډول د ۵او۱۰درجي سانتي ګریډترمنځ واقع
شي سړه هواورته ویل کیږي.
د سړې هواتاُثیرپه لندو کانکریټو باندې دادي چه له یوې خوادهغه کیمیایي عملیي سرعت چه
دکانکریټ دجوش په وخت کې دهغه دترکیب شوي موادوترمنځ واقع کیږي کموي ،له بلې
خوااوبه په کانکریټ کې په یخ بدلیږي اودکانکریټ دپړسوب باعث ګرځي اویوه تخریبوونکې
قوه په کانکریټ کې پیدا كیږي .
نه یوازې سړه هوادکانکریټ په جوش اوټینګښت باندې منفي اغیزه لري،بلكه دکانکریټ
دآخرني ټینګښت پروسه هم ځنډوي.که تازه اچول شوی کانکریټ دهوا په صفر درجې دسانتي
ګریډ كي د۲۸ورځولپاره وساتو نوممکنه ده چه کانکریټ ۵۰سلنه خپل ټینګښت الس ته
راوړي،اوکه دکانکریټ ساتنه دحرارت په منفي ۱۰درجو دسانتي ګریډكي وکړل شي نو ممکنه
ده چه یوازې ۳۰سلنه خپل ټینګښت الس ته راوړي .په سړه هواکښې دکانکریټ داچولولپاره نه
یوازې مناسب ګامونه واخستل شي بلکه ضروري ده چه قالبونه هم دډیرې مودې لپاره لرې
نکړل شي که څه هم دموادو په قیمت كي اودکارګروداضافي کارله امله مصرف زیاتیږي
اودپروژې دتکمیلیدوموده کې ځنډراځي.
په سړه هواکښې وروسته له هغې نه چه کانکریټ واچول شي بایدهرڅومره ژرچه ممکنه وي
وپوښل شي چه دیخ وهلونه وژغورل شي اوخپل موجوده حرارت له السه ورنکړي.ددې
کارلپاره کیدای شي چه دسمنټودخریطو ،دترپال اودوچووښونه کارواخستل شي.که هواډیره سړه
وي یادهوادحرارت درجه نږدې یادصفرالندې وي،ضروري ده چه دکانکریټ دګرم ساتلولپاره
اضافي تدابیرونیول شي یعنې دکانکریټ په محوطه کې دبخاریویادبخاراویاهم
دګرمواوبودپیپونونه استفاده وشي.
دنارمل کانکریټ دالس ته راوړلوپه خاطرچه په ۲۸ورځوکښې خپل اعظمي کلکوالی الس ته
راوړي،بایددکانکریټ دحرارت درجه دسانتي ګریډد ۱۵او ۲۵درجو ترمنځ وي.که دکانکریټ
اچول په ډیره ګرمه هواکښې ترسره شي،دسمنټودهایډریشن پروسه ډیرپه چټکۍ سره صورت
مومي اودکانکریټ اوبه ډیرژروچیږي اوپه کانکریټ کې دفشاردتولیدیدوباعث ګرځي چه په
نتیجه کې په کانکریټ کې درزونه پیداکیږي اوکانکریټ تخریبیږي.
ُ
کله چه په ډیره توده هواکښې کانکریټ اچوواووکوال ی شوچه دتودې هواتاثیرات په کانکریټ
کې کم کړو،الندني نقطي بایدپه پام کښې ونیسو.
.۶کاربایدپه ډیره چټکۍسره پای ته ورسیږي ځکه دځنډپه صورت کښې توده هواپه کانکریټ
باندې
بداغیزه لري.
.۷کله چه کانکریټ واچول شو،کانکریټ بایدپه مناسب ډول وپوښل شي ترڅودلمر دوړانګو نه
خوندي
وي .کانکریټ بایدداولوڅوساعتونولپاره په دوامداره توګه اوبه ووهل شي اووروسته له
هغې نه د
کیورینګ په موده كي كانكریټ ترآخره پورې النده وساتل شي.
دکانکریټودساتنې پروسه
Curing of Concrete
دکانکریټومخلوطول
Mixing of Concrete
دکانکریټودمخلوطولوپه وخت کې بایدډیره پاملرنه وشي ترڅوموادپه سمه توګه سره ګډ شي.
دکانکریټودمخلوطولولپاره الندي دوي طریقې كارول كیږي:
کله چه دیوکوچني کارلپاره ډیرلږکانکریټ ته اړتیا وي،یاپه داسې ځای کې چه ماشین نه
پیداکیږي اویاهم دهغې دږغ په لحاظ کارنه ځنې اخستل کیږي،نوددې طریقې څخه استفاده
کیږي.ددې کارلپاره بایدیوه پاکه،کلکه اوداوبونه جذبوونکې سطحه آماده شي.اول بایدسمنټ
اوریګ دبیل په واسطې ښه ګډشي ترڅوجوړشوی مخلوط یورنګ غوره کړي،وروسته
دجوړشوي مخلوط سره جغل اضافه شي اوترهغه وخته دې سره ګډشي ترڅوچه جغل په مناسبه
توګه دسمنټواوریګ سره مخلوط شي،وروسته دې الزمې اوبه وراضافه شي اوښه دې سره
مخلوط شي ترڅوداستفادې وړکانکریټ الس ته راشي .دې طریقې سره ۱۰فیصده سمنټ
نظرمحاسبه شوي سمنټوته زیات مصرفیږي.
Continuous Mixers
هغه ماشینونه دي چه په ډیرولویوکارونوکې ځینې کاراخستل کیږي .چه په اتوماټیک کنټرولي
آلې
باندي مجهز دي.
دکانکریټوانتقالول
Transportation of Concrete
کانکریټ له جوړیدلونه وروسته بایدپه ډیرلږوخت کې انتقال اوپه قالبونوکې واچول شي.مختلفې
طریقې دکانکریټ دانتقالولولپاره موجودې دي.
اوسپنیز لوښی
السي کراچۍ
دمټرک
مخلوط کوونکی موټرونه
جرثقیل
کرین
پمپ کول
دکانکریټودمقداراودکارداندازې دڅرنګوالې په نظرکې نیولوسره کوالی شوچه دانتقال وسایل
انتخاب کړو.دکوچنیوکارونولپاره دکانکریټ دانتقالولوپه خاطرکیدای شي داوسپنیزولوښونه اویا
هم دالسي کراچیونه کارواخستل شي.که دکانکریټودجوړولوځای دکاري ساحې نه ډیره فاصله
ولري (تر۵کیلومتره پورې)کیدای شي چه دمخلوط کوونکي موټرونوڅخه کارواخستل شي.
دلوړوودانیولپاره دکانکریټ د انتقال په خاطر دجرثقیل څخه کاراخستل کیږي .دپمپ
کولودطریقې نه په ډیرولویوکارونوکې کاراخستل کیږي چیرته چه ډیرکانکریټوته اړتیا وي.ددې
طریقې نه کیدای شي چه دلوړوودانیولپاره هم کارواخستل شي،دپمپ دطریقې په واسطه کیدای
شي چه په عمودي شکل تر۸۰مترواوافقي شکل تر۴۰۰متروپورې کانکریټ پمپ کړو.
دکانکریټوتپک کول بایدوروسته دکانکریټ له اچولونه ژرژره ترسره شي .دید لپاره چه د
هواپوکاڼې خارجي ،کانکریټ غیرقابل نفوذاوپه کافي اندازه خپل ټینګښت ترالسه کړي
کانکریټ ټپک کول اړین دي.دکانکریټوکتله بایدترهغه تپک شي ترڅودسمنټوشیره دکانکریټوپه
سطحه باندې ښکاره شي.
که ټپک دکانکریټوله حدنه اضافه ترسره شي نودکانکریټودترکیبي
اجزاوودبیلیدو( )Segregationسبب ګرځي،اوکه لږ تپک شي بیاپه کانکریټ کې خالیګاه پاتې
کیږي ،له دي كبله پكارده چه په معینه اندازه سره ټپك كاري صورت ونیسي .تپک ممکنه ده چه
په الس اویاهم میخانیکي وسیلې سره اجراشي.
دکانکریټوتپک کول دالس په ذریعه کیدای شي چه دیوې میلې یاسیخ په وسیله ترسره شي.
دکانکریټومیخانیکي ټپک کول داهتزازي آلې ( )Vibratorپه وسیله ممکنه ده .دکانکریټوتپک
کول داهتزازي آلې په وسیله ډیره ضروري ده مخصوصا ً په ډیرومهموکارونوکې اویاچیرته
چه د سیخداره کانکریټوڅخه استفاده كیږي.
داخلي اهتزازي آله مخصوصا ً دلویوکارونواو دهمواروسطحودتپک کولوپه خاطر لکه دپوشش
کانکریټ اوداسې نوروځایونوكي استعمالیږي.
خارجي اهتزازي آله دکم ضخامت لرونکوسطحولپاره چیرته چه دداخلي اهتزازي آلې څخه
استفاده نشي کیدای استعمالیږي.داډول اهتزازي آله دقالب شاته تماس ورکول کیږي
ترڅوکانکریټ په قالب کې ټپک کړي.
د زلزلو د مرکزونو له تثبیت نه وروسته معلومه شوه چې د ځمکې دکرې په ټولو سیمو کې
یوشان زلزلې نه وي .په ځینو سیمو کښې هر کال بې شمېره زلزلې او په ځینو کښې بیاهېڅ
زلزلې نه دي لیدل شوې.
د الس ته راغلو معلوماتو له مخې ویلی شو چې په سلو کښې ۹۰زلزلې دځمکې دکرې په دوو
کمربندونو کښې منځ ته راځي.
.۱د ارام سمندر کمربند :دا زلزله لرونکی کمبربند داسیا له سواحلو نه تېرېږي داسترالیا دشمال
په لور غځېږي او د جنوبي اوشمالي او امریکا تر لوېدیځو سواحلو پورې رسېږي. او ختیځ
دا چې نوموړی
کمربند د ارام سمندر د نیمایي نه زیاته برخه نیولې نو ځکه دهغه په نوم یادېږي .په دې
کمر بندکښې
دنړۍ په سلو کې ۸۰زلزلې منځ ته راځي چې زیاتره یې ژورمرکز لري .د جاپان او
فلپاین اوسېدونکي
ترینه زیان مومي.
.۲د مدیترانې کمربند :د پرتګال نه شروع کېږي .د مدیترانې له حوزې ،تورې بحیرې ،منځنۍ
اسیا او
همالیا نه تېرېږي تر اندونیزیا پورې رسېږي .د دې کمربند یوه څانګه د بایکال د جهیل په
ده د ځمکې د کرې په سلو کښې ۱۷زلزلې په همدې کمربند پورې اړه لور غځېدلې
لري ..
له دې دوو کمربندو څخه د باندې په نورو سیمو کې په سلو کښې درې زلزلې منځ ته
راځي .د اسیا او
اروپا په شمالي برخو کښې تر اوسه د زلزلو مرکزونه ثبت شوي نه دي داسې معلومیږي
چې په دې
سیمو کښې زلزلې منځ ته نه راځي.
د پورتنیو معلوماتو نه داسې قانونمندي الس ته راځي :په هغو سیمو کښې چې غرونه او
درې ډېرې
وي هلته زلزلې هم زیاتې منځ ته راځي اوهلته چې غرونه او درې نه وي ځمکه هواره د
ښته وي ،لکه د
سایبریا لوېدیځه برخه او لوېدیځه اروپا نو هلته زلزلې هم نه راځي.
ډېره په زړه پورې خبره داده چې دځمکې دکرې پر مخ د زلزلو کمربندونه اود اور
غورځونې (اتش
فشان) کمربندونه دواړه یو ځای پراته دي .له دینه معلومېږي چې دواړه پېښې یو په بل
پورې تړلې او
یوه سر چینه لري.
تر هغه ځایه چې جیولوجیکي څیړنو ښوولې ،زموږ هیواد د ځمکې د کرې په یوه فعال زلزله
لرونکي
کمر بند کې پروت دی چې دا کمر بند د ( مدیترانۍ کمربند ) په نامه یادیږي .د پرتګال نه
شروع کیږي ،د مدیترانې له حوزې ،تورې بحیرې ،ترکیې ،ایران ،افغانستان او همالیا
څخه تیریږي او باال خره تر اندونیزیا پورې رسیږي .
په دې سیمو کې د تاریخ په اوږدو کې ډیرې زیاتې زلزلې راغلې چې د زرګونو انسانانو د
مرګ او ژوبلې سبب شوي دي .
افغانستان چې په همدې کمربند کې پروت دی ،د زلزلو ډیر خونړی تاریخ لري چې د بیلګې
په توګه یې د یو څو زلزلو یادونه ضرور بولم :
.۱په ۱۸٤۲م کال کې د فبرورۍ په ۱۸نیته د کابل په ښار کې یوه زلزله راغلې وه چې
درې دقیقې یې
دوام کړی و ،او د شپې له خوا هم څو ځلې په بیا بیا احساس شوې وه .که څه هم ددې
زلزلې مرکز په
کابل کې و خو د جالل اباد په ښار کې هم دومره شدت درلود چې دهغه ښار یو پر درې
برخه یې په
کنډواله بدله کړه .دې زلزلې په کابل کې هم ډیرې والړې ودانۍ د خاورو په ډیرۍ بدلې
کړې وې .
1874 .۲م کال د اګست میاشت وه ،اودا هغه وخت دی چې په افغانستان کې د امیر شیرعلي
خان
واکمني وه .د هندوکش په جنوبي برخه کې یوې زورورې زلزلې د جبل سراج او
ګلبهار د سیمو زیاتې
برخې له خاورو سره برابرې کړې .دهغه وخت د خرابیو او ویجاړیو ځنې نښې نښانې
اوس هم هلته تر
سترګو کیږي.
.۳د 1934م کال د مارچ د میاشتې زلزلې د میمنې زیاتې برخې خرابې او د زیاتو انسانانو د
مړینې سبب
شوه .ددې زلزلې مرکز د میمنې د ښار په ۱۸کیلو مترۍ کې پروت و.
.۵په 1956م کال د جون د میاشتې په 10نیته یوې تبا کونکې زلزلې د لغمان ،کهمرد او
بامیانو په
سیمو کې د زرګونو انسانانو د مړینې او د زرګونو ودانیو د ړنګیدو تر څنګ یې ،ډیر
غرونه هم را
ونړول او زیاتې درې یې ویجاړې کړې .
.۶په 1998م کال کې د فبرورۍ په ۱۸نیټه د تخاروالیت د رستاق په سیمه کې یوې سختې
زلزلې چې
مرکز یې د ( ربا ط حامدین ) په کلي کې و ،د ٤٥۰۰کسانو ژوند واخیست .د رستاق د
ولسوالۍ د
( ) ۲٦کلیو نه یې ( ) ۹کلي په بشپړه توګه د خاورو په ډیرۍ بدل کړل .په دې خونړۍ
زلزله کې د لس
زرو نه زیات څاروي هم له منځه الړل .
.۷په 1998م کال د مۍ د میاشتې په 30نیټه ،د ورځې په یولسو بجو ،یو ځل بیا یوې
سختې زلزلې
د تخار او بدخشان سیمې ولړزولې .د دې زلزلې مر کز د بدخشان والیت ،د شهری
بزرګ په ( بوستان
دره ) کې و .او د ٥۰۰۰انسانانو مړینه یې د ځان سره لرله .
.۸په 1999م کال د فبرورۍ په 11نیټه د کابل ښار په جنوب لویدیز کې ،د میدان ،وردګو
او لوګر
په سیمه کې یوې سختې زلزلې چې د ریختر په مقیاس ( ) ٥،۹درجې وه ( ) ٥۸۰۰
کورونه وران کړ ل .
د انسانانو د مړینې شمیر ( ) ٦۷او د ژوبلو سلګونو ته رسیده .دې زلزلې د زرو څخه
زیات څاروي هم
له منځه یو وړل .په دې زلزله کې انساني تلفات ځکه کم و چې د ماښام په شپږو بجو
لومړی سپک
ټکانونه راغلل ،او خلک په بیړه له کورونو څخه ووتل ،که دا زلزله دشپې له خوا
راغلې وای نو
کیدای شول ،ډیره مرګ ژوبله یې د ځان سره لرلې وای .
تر اوسه دزلزلې د پیښیدو د وخت،دزلزلې د پیښیدود څای او دزلزلې د شدت دوړاندوینې په
هكله ځه طریقه نده كشف شوې.چیرته چه زلزله پیښه شوې وي هلته بیا دپیښیدوامكان شته.
دزلزلې په هكله دنړۍ او مملكتو په سطحه نقشې موجودې دي چه د شدیدې زلزلې ،منځني
زلزلې او كمزورې زلزلې سیمي را په ګوته كوي.
زلزله افقي او عمودي څپې لري چه مځكه خوځوي ،افقي څپې نظر عمودي څپو ته د ۵نه تر
۱۰ځله پورې قوي وي زلزله هرې خواته خوځښت لري .چه ډیره ورانونكې قوه یې په افقي
خوځښت كې ده.
په دیزاین كې هڅه وشي ترڅو چه انجینري،روغتیایي او د هوسا ینې ا صول اجازه وركوي
ودانۍ سپكه ډیزاین او جوړه شي.ددې لپاره چه دزلزلې دتخریب څخه څه نا څه مخنیوی شوی
وي دودانیود دیوالونو پنډوالي او لوړوالي نه لومړۍ داغوره ده چه دودانۍ وزن سپك اوپه
دواړوافقي ابعادو كي وداني ته پراخوالۍوركړل شي .دامناسبه نه ده چه یوازې د تعمیر په
اوږدوالې (طول) کې زیاتوالۍراشي .مربع شكله یا څنګ په څنګ مستطیل شكله نقشه غوره ده.
دتعمیر داوږدوالې تناسب نظرپلنوالې ته په افقي ابعادوکې له ۳نه تر ۱پورې زیات نشي .په
عادي ډول تړلۍ شكل ،مربع،یا نږدي ودوي ته چى د Uیا Lشكل ولري غوره ده.
دودانۍ ټولې برخې باید یوله بله سره محكمې تړلي وي اوپه كنجوكې داسې مضبوطې ټینګې
شوي وي چه د خوځښت په وخت كې ټوله ودانۍ په یوه واحد شكل خوځښت ومومي .د ودانۍ
وتلي برخې لکه شریفې،پیكونه د ۷۵سانتي مترو څخه زیاتې نشي .دودكش بایدد سیخداره
كانكریټ او یا داوسپنوڅخه جوړه شي او دودانۍ داسکلیټ سره ښه ټینګ وتړل شي .بیروني
وزن اوچتونكي دیوالونه ،منځني او نور دیوالونه یوله بله سره باید دودانۍ دهرپوړد غولې په
سطحه کې په امتدادي سیخونویا سیخداره كانكریټو چه كافي طاقت ولري ښه ټینګ وتړل شي .د
سمنټو مساله په ټو لو بنائي کارونو كې ولګول شي .یوه محكمه ودانۍ دخوځښت په وخت كې په
چټكۍ سره خپل اصلي حالت ته راځي اودارتجاعي ودانیو څخه غوره والۍ لري.
تر څو ممكنه وي دټولې ودانۍ دثقل په مركزكې كموالی را شي .دطوالني او عرضاني
دیوالونوترمنڅ انډولتوب اوتناظروالۍ پكارده .دزلزلې دقوې چپه كونكۍ مومنت دودانۍ دثباتي
ګاونډي ودانۍ یا یوه برخه دنوموړي ودانۍ چه د حجم او ټینګښت له كبله دبلې ودانۍ سره
توپیر ولري دیوه كافي درزیا فاصلې په واسطه یو له بله څخه بیلې شي تر څو دیواوبل له وهلو
څخه مخنیوی شوی وي ،یا مضبوطې سره و تړل شي .د خالیګاه فاصله دیو پوړیزې ودانۍ ۱۰
سانتي متره او ددوه پوړیزې ودانۍ لپاره ۲۰سانتي متره وي .اوپه نازكو موادو سره ډك شي
ترڅو د زلزلې په وخت كې بیله دې چه ودانۍ متضرره شي مات شي .درز د تهداب تر آخره
پورې ورسیږي او د وداني له ټولو برخو څخه تیره شي
اعظمي فشارپه بنسټ باندې دژوندي او مړو بارونوله کبله د زلزلې له قوې سره دیوڅای كیدو
په حالت كې د ۱۰فیصده د عادي محفوظ مجازواردشوي بارو څخه زیات نشي .دبعضې
ملكونو په كودونو كې مرتب شوي كله چه وارد شوی مجازي فشار ۱۰ټنه په یوه متر مربع
باندې وي ،دتهداب فشاركیدای شي تر ۱۰فیصده زیات شي ،او كله چه ۲۰ټنه فشار په یوه
متر مربع باندې وي تر ۱۵فیصده ،چیرته چه ۴۰ټنه په یوه متر مربع باندې وي ،وارد شوی
فشار د ۳۳فیصدونه زیات لوړنشي.ژوندی موقت باربایددغولې دډیزاین شوې مړبارد ۱په ۳
سره مساوي وي ، .چه كم تر كمه ۱۰۰كیلو ګرامه په یوه متر مربع کې ونیول شي(غیر له
تحویلخانې نه).
هره ودانۍ اودهغې ټولې برخې بایدداسې ډیزاین شي چه دهرې دوامدارې افقي قوې دتولیدشوي
مومنټ په مقابل کې مقاومت ولري .په ټیټوزلزله لرونکوساحوکې دتعمیرمقاومت باید۱۰فیصده
اوپه قوي زلزله لرونکوساحوکې ۲۰فیصده (دزلزلې دشدت په اساس) دواردیدونکې قوې نه
زیات په نظرکې ونیول شي.
په بام باندې دژوندي باردمحاسبې نه کیدای شي صرفنظروشي ،اما درهایشي
ودانیودفرشونولپاره کیدای شي چه مساوي په ۳/۱دهغه بارونیول شي كوم چه فرش د هغه
بارلپاره ډیزاین شوی وي چه کم له کمه ۱۰۰کیلوګرامه په یومترمربع کې وي .اوهمدارنګه
دجرګوسالون ،مکاتب اودګدامونولپاره ۳/۲دمکمل بارپه نظرکې ونیول شي.
لوړپوړیزوودانیوکې دتعمیراسکلیټ ( )Structureپه هرپوړکې د افقي قواووپه مقابل کې
ازمویل کیږي.
ودانۍ بایددباداودزلزلې دقوې په مقابل کې وڅیړل شي اودفشاردمحاسبې لپاره لوړقیمت په
نظرکې ونیول شي.که دبادقوه نظردزلزلې دافقې قوې نه کم وي صرفنظردې ځني وشي .افقې
پریکنده قوه دی هم چک شي.دنوروقواوو دمحاسبې طریقه دباددقوې دمحاسبې سره یوشانتۍ
دی.ودانۍ دې داسې ډیزاین شي چه دزلزلې دقوې مومنټ دودانۍ دهیڅ برخې دچپه کیدوسبب
ونه ګرځې.دزلزلې افقې قوه دودانۍ دوزن په تناسب زیاتیږي.نوځکه دسپک موادوپه
کارولوسره دزلزلې افقې قوه هم کمیږي.مخصوصاّبام اودودانۍ پورتني پوړونه بایدترحددامکان
پورې سپک ډیزاین او جوړشي.
ودانۍ چه د ( )L,T,E and Yشكل ولري ،غوره ده چه په مستطیلي شكلونوسره په الندې ډول
بیلې شي.
دفریم واله ودانئ ټولې برخې باید د خالیګاه دواړو خواؤته یوبل ته ورته والی ولري ،بعضې
وخت نه شي كیدای چه دا ورته والی وجود ولري ،كه چیرته ودانۍ د T,Lاویاداسې ورته
شکلونه ولري دزلزلې په وخت کې دکانتیلیورپه شکل عمل کوي چه د ودانئ وزن اونوراړونده
وزنونه اوچتوي .پکارده چه ودانۍدکانتي لیورله حالت نه ووځي،ددې لپاره مناسبه طریقه داده
چه په منځ کې یې خالیګاه په نظرکې ونیول شي.
له دې کبله په الندي شكلو كې د خالیګاؤ او پره لرونكو مقطعاتو ښودنه شویده:
Sheet metal Sheet metal
Flashing Flashing
Mastic Mastic
Welded Flats
Anchor Bars
Flat Bar Set in Forms
Clear
Clean
INTERIOR
Clear
Girts
Clear
WF Column
Metal Sliding industrial Work Heavy Timber Column
شکل ۴-۲
Gravel
Fragile Cover Cover
Cover Clear
Mastic Clear
Flat Bar Set
in Front
Fragile Cover
Joint at Floor level
شکل ۴-۳
پنځم څپرکۍ
دښوونځیو و دانۍ
School Buildings
د ټولګیو ډیزاین:
د ټولګیو د اوږدوالي او پلنوالي تناسب باید ۳:۲یا ۴:۳وي ،ددرس وركولو لپاره مربع شكله
ساحه غوره والي لري .په لمړنیو ښو ونځیو كې د ۰،۹۳څخه تر ۱،۴متره مربع اوپه لوړو
ښوونځیو كې ۱،۸څخه تر ۲،۳متر مربع پورې ساحه د یوه زدكونكي لپاره په نظر كې
ونیول شي .د ټولګي لوړوالی كم تر كمه ۳،۶متره او كه چیرته د ټولګي د غولې ساحه ۵۵
متره مربع څخه زیاتیږي د ټولګي لوړ والی ۴،۲متره پورې په نظر كې نیول اړین دي.
د ښو ونځي ودانۍ داسي باید آ باده شي چه كوټو ته یي رڼا په ښه شكل ورسیږي معموالً د
جنوب له طرفه(په افغانستان کې) او برنډه هغې طرف ته جوړه نشي .د اصلي بالك سره د
ټولګیو زیاتول په قایمه زاویه سره بایدآباده نه ښي .دوه بالكونه یو له بل څخه باید د رڼا له كبله
د یوي فاصلې چه د لوړ بالك له لوړوالي څخه كمه نه وي لرې آ باد شي.
لوړوالۍ:
د تختې لوړوالی ۱،۰۶متره ۱،۲۲ ،متره ۱،۳۷ ،متره ۱،۲۲ ،متره یې غوره دي.
مشخصات :د تورې تختې د جوړولو لپاره الندنی طبقه ۱۲ملي متره د سمنټو پلسترچه ۱سمنټ
او ۲ریګ او یوه برخه د ذغالو پوډرسره ګډ او دیوال پلستر شي .دوهمه طبقه ۱سمنټ ۱ ،د ذ
غالو پوډر د ۳ملي متره په پنډوالي سره ددیوال پلستر كول پكاردي .
د توري تختي رنګول ۲/۱ :كیلو ګرامه ورنس د ۵لیټره د میتایل الكول مخلوط او ۲/۱كیلو
ګرامه توره آجكاري ۷۵ ،ګرامه ښه میده شوې د سنګ سنبا ده اوړه شوی پوډراو ۴/۱ګرامه
آبي رنګه (د الجوردي ډبرین پوډر) .دا ټو ل ښه سره ګډیږي بیا په یوه سرپوش داره بوتل كې
واچول شي اود استعمال په وخت كې ښه وښورول شي.
شپږم څپرکۍ
كه چیرته د پلچكو وایې تر ۳متروپورې وي د څنګیز ستنو د سر پلنوالۍ ۷۲سانتي متره او كه
له ۳مترو څخه دو ایې اږد والۍ زیات وي ۸۰سانتي متره نیول كیږي .چه ۳۰څخه تر ۴۰
سانتي متره د پل د تختو د اتكا لپاره او متبا قي د ډكون د دیوال لپاره نیول کیږي.
د څنګیز ستنو مخكنۍ سطحه عموده یا ۱:۱۲تناسب سره مایله جوړه شي ،د څنګیز ستنو یا
منځنیو ستنو د لوړوالي تناسب د قاعدې د پلنوالې په پرتله باید له ۶څخه زیات نشي .كمترین
ژوروالۍ د مځكې له سطحې څخه كښته په معمولي خاورو كې ۱،۸۳متره په نظر كې نیول
اړین دي ( ۱،۳۸متره دسنګ کارۍ او خشتکارۍ لپاره او ۴۵سانتي متره د كانكریټ لپاره).
دا د آي آر سي دد رندو وزنو لپاره چیرته چه عبوري تخته نه وي نصب شوی.
.03
L
about 1:10
about 1:3
Ht
Lowest Bed
Level
J 03 L D
0.3
B
R R 0.4
1.2
0.4
C
SECTION OF
ABUTMENT
شکل
۶-۱
پورتنی جدول ۶-۴د IRCپه ۱۳خاصه گڼه باندې تكیه كوي .
about 1:10
0.5
1.0
G L
0.3
B 0.4 0.4
0.4
J 0.5 D 1.5 1.25 0.4
0.4
0.4
0.4
C 1.65
Based on IRC
Specifications
شکل ۶-۲
یا دونه:
.۱کله چه د خاورې د زغمښت مجازي فشار كم تر كمه ۱۶،۵ټنه په یوه متر مربع كې وي د
څنګیز او
دخلطنكوستنومقطعات چه پورته ښودل شوي دي په نظر كې و نیول شي .دخاورې د ټیټ
یا لوړ
مجازي زغمښتي فشارپه صورت كې ټوټې (مقطعات) باید په مناسب ډول برابر شي.
.۲مختلف ابعاد چیرته چه اړین وي په مناسب ډول سره برابریداي شي تر څو د خښتو له
اندازې سره
سمون وخوري.
.۳دپورتني مقطعاتو)(Sectionsڅخه استفاده کول هغه وخت شونی دی چه كله دپلچكو په
دیزاین كې
د آی ،آر ،سي R۷۰بار) (IRC Class 70 Rیا دوه لینه سړك كې د Aبار( Class A
)Loadingپه
ترتیب کوونکی:عزت هللا (جلیلی) Page 36
نظر كې ونیول شي بې له دې چه عبوري تخته نصب شي.
كمترین پلنوالۍ د ستنواو اړخكي دیوالونو د بالشتك د الندې د تخته یي یا ګاډري پلونو لپاره د
الندني جدول سره سم په نظر كې ونیول شي.
جدول ۶-۵
۶۰ ۴۰ ۲۴ ۱۲ ۶ ۳
وایه په متر سره
متره متره متره متره متره متره
۲۲۰ ۲۰۰ ۱۶۰ ۱۲۰ ۱۰۰ ۵۰ د ستنې د سر پلنواله چیرته
چه ساده وایه كارول شوی
وي ،په سانتي متر سره
۱۹۰ ۱۷۰ ۱۳۰ ۱۰۰ ۷۵ ۴۰ د اړخكي دیوالو د سر پلنوالۍ
چیرته چه دوامداره وایه
كارول كیږي ،په سانتي متر
سره
خلطنكي د یوالونه
WING WALLS AND RETURN WALLS
خلطنكي دیوال د پل یاد پلچكو د څنګیز دیوالو غځیدنه دبیا لې یا خوړ د پراخیدو لورته ویل
کیږي ترڅو له یوي خوا د دیوال شاه ته د ډكون او مځكي ساتنه وكړاي شي ،او له بلي خوا
اوبه د پل یا پلچكو سوړو ته څنګه چه الزمي وي تنظیم كړي .د خلطنكو دسر برخه (The
) Top of the Wing Wallد سړك د اوږو د ډكون سره سم او یو برابره اوږدوالۍ مومي
اود ا وږو د ختم سره سم د شا طرف ته د تكیه شوي مځكې اود ډكون د زاویي سره سم كښته
خواته میالن پیدا كوي ،خلطنك د مځكې له سطحې یا د اوبو له سطحې څخه كم له كمه ۰،۶۰
څخه تر ۱،۲مترو پورې لوړوالۍ ولري .تر څو پلچك د اوبو له اړخیز تخریب څخه وساتي،
البته تر كومه ځا یه پورې چه اړین وي خلطنكو ته اوږدوالۍ وركړل شي.
كله چه د پلچكو وایه ۳متره یا كمه وي د پلچك د خلطنكو مخكنی سطحه معموالَعمود او د شا
طرف ۱:۴تناسب سره ما یل او چتول پكار دي .او په هغه صورت كې چه د پلچك یا پل وایه
د ۴،۵مترو څخه تر ۹مترو پوري وي د خلطنكو د مخي سطحه ۱:۱۲په تناسب او د شا
طرف یي ۱:۶په تناسب سره مایل یا د پتو) (Stepsپه شكل جوړ ول پكار دي ،د دیوال د سر
پلنوالۍ كم تر كمه ۴۶سانتي متره وي .كله چه د خلطنكو لوړوالۍ بیرون طرف ته كمیږي
پنډوالۍ یي هم په برا بر ډول كم شي.
Wing Wall
h/12 or 9''min:
for Culverts
13.5'' for
Bridges
h
Front Straight
or Batter 1:12
H
Ground Level
0.4h
H/10
شکل ۶-۳
دسړك انتقالي تخته
Roadway Approach Slab
سیخ لرونكې كانكریټي تخته چه د پل دواړو خواؤته د سړك د پلنوالې په اندازه د اړخكي دیوالو
د پاسه لګول كیږي د تختي پلنوالۍ د ۳،۵مترو څخه كم نه وي،ا ړتیا نشته چه د اړخكي دیوالو
په دیزاین كې اضافي ژوندي بار په نظر كې ونیول شي .دا تختې ژوندي بارونه په پراخه
ساحه باندې ویشي او د وزن اثرات په اړخكي دیوالو باندي كموي .مخكې له دې چه تختې
كښینول شي د تختو د الندې خاوره ښه تخته او ټپك شي.
كاږه پلونه
Skew Bridges
هغه پلونه چه د هغې منڅنی كرښه د كانال اویا داسي نورو ژورو د منڅني كرښې سره عموده
نه وي هغې ته سكیو( مایل ) پلونه ویل كیږي .د سړك د منځني كرښې میالن د كانال او یا
نورو ژورو د منڅني كرښې سره د میالن د زاویې په نامه سره یا دیږي.پخوا څنګه چه د ګاډو
تیزوالۍ كم وو مایل پلونه یا پلچك د ژورو د مسیر سره په قایمه زاویه جوړیدل د پل متصل
یوه منظمه گوالیي په نظر كې نیول كیده .نن سبا څرنګه چه ګاډې ډیرګړندي او زیات سرعت
لرونكي دي له دي كبله چیرته چه د سړك منځنې كرښه د كانال یانورو ژورو له منځني
كرښې سره عموده نه وي د پلونو اوپلچكو مربع شكل جوړیدل ډیر خطرناك دي ،پكارده چه د
پل او اوبو طبعي مسیر ته تغیر ورنكړل شي او د منظم هندسي شكله معین(لوزي) په شكل سره
جوړشي چه په دي ډول به له یوې خوا د ترافیكو خطره له منڅه الړه شي او دبلي خوا به د او
بو د تخریب قوه چه په اړخكي دیوالو یا خلطنكي دیوالو باندي واردوي كمه شي یعني هڅه وشي
چه د اوبو جریان له اړخكي دیوالواو منڅني ستنو سره موازي حركت ولري.
د مایلو پلو نو د قواؤ تحلیلول اودپل ډ یزاین كول نظر مربع شكلو پلونو او پلچكو ته ډیر پیچلی
او مغلق دی .د میالن د زاویې د لویوالې په صورت كې د مایلو پلونو په پوشش باندې د بارونو
فشار نظر مستقیم پوشش ته توپیر كوي .هغه بارونه چه د پل په پوشش باندي عمل كوي د پل
ستنو ته د مختلفو الرو د هغې د محكمیت په تناسب سره انتقالیږي ،له دې امله دبارونو( وزنو)
زیا ته برخه غواړي چه د پل ستنو یا اړخكي دیوالونو مخكني سطحې ته په عمودي ډول انتقال
شي .په نتیجه كې داعظمي فشار سطحه د سړك د منځني كرښې سره موازي نه شي راتالی ،د
پل پوشش هڅه كوي چه تاو شي له دې كبله د منفرجه زاویې طرف ته عكس العملونه نظر هغه
بل طرف ته چه حاده زاویه لري خورا زیات وي ،چه د زیا توب حدودیي د ۰څخه تر ۵۰
سلنه چیرته چه د میالن زاویه له ۰څخه تر ۲۰درجو پورې وي،او د ۵۰څخه تر ۹۰سلنه
چیرته چه د میالن زاویه له ۲۰درجو څخه تر ۵۰درجو پوري وي.
عملي نقشه د مایلوپلونو د پوشش په الندني شكل كې ښودل شویده .د مایلو پلونود پوشش الندني
سیخان د ستنو اواړخكي دیوالودمخكني سطحي سره په عمودي او موازي شكل اچول كیږي .په
دې ترتیب اساسي سیخان د پوشش آزاده څنډه په یوه زاویه سره داسې قطع كوي چه د انحنایي
مومنټ په اوچتولو كي څه اثرنشي لرلی ،له دې امله په آزاده څنډه كې د وزن د اوچتولو لپاره
څه نو ر سیخان د آزادې څنډې سره نژدې او موازي اچول پكار دي چه د اساسي سیخانو لپاره
كوم چه آزاده څنډه كې قطع كوي یوه مناسبه تكیه ګاه شي.
L'
0.25
Kerb Stirrups
10Ø 300
Transverse
Bars
'
0.5 L
Edge Bars
L'
Transverse Bars
Nominal 10Ø300
Skew Main
L'
Angle Bars
0.25
Corner Bars
Abutment
PLANT AT BOTTOM PLANT AT TOP
۶-۴ شکل
Total Total پاسني سیخان الندني سیخان پاسني سیخان الندني سیخان Overall Overall Bearing Clear
quantity quantity slab Slab length at )Span (M
of of steel فاصله قطر فاصله قطرپه فاصله قطرپه فاصله قطر thickness length each end
concrete per په په په ملي په ملي په په mm )(M
per span ملي ملي ملي متر ملي متر ملي ملي
span Tones متر متر متر متر متر متر
Cu.
Meters
۳،۶۵-۲،۸۸
۱۵۰-۱۲۵
۱۱۵-۱۵۰
۱۹۰-۱۵۰
۰،۵۸۶-
۰،۶۶۲
۳۰۰
۳۰۰
۳۰۰
۱،۶
۱،۰
۱۰
۱۶
۱۰
۱۶
۵،۵۵-۴،۵۴
۱۵۰-۱۰۰
۲۲۰-۱۸۰
۹۰-۱۰۵
۰،۸۴۸-
۱،۰۵۴
۳۰۰
۳۰۰
۳۰۰
۲،۱
۱،۵
۱۰
۱۶
۱۰
۱۶
۱،۵۰۰-۱،۶۳۴ ۱،۱۱۷-۱،۲۶۸
۷،۴۸-۶،۷۱
۱۲۵-۱۰۰
۲۴۰-۲۱۵
۰۰-۸۰
۳۰۰
۳۰۰
۳۰۰
۲،۶
۲،۰
۱۰
۱۶
۱۰
۱۶
۱۰،۴۰-۹،۳۰
۱۲۵-۱۵۰
۲۷۰-۲۴۵
۹۰-۷۵
۳۰۰
۳۰۰
۳۰۰
۳،۱
۲،۵
۱۰
۱۶
۱۰
۱۶
۱۲۵-۱۵۰
۳۰۵-۲۷۵
۱۳،۲۰-
۱،۸۶۱-
۱۱،۸۸
۲،۰۰۰
۷۵-۷۰
۳۰۰
۳۰۰
۳۰۰
۳،۶
۳،۰
۱۰
۱۶
۱۰
۱۶
۱۲۵-۱۵۰
۳۴۰-۳۱۵
۱۶،۸۰-
۲،۱۸۴-
۱۵،۴۷
۲،۲۷۸
۶۵-۶۰
۳۰۰
۳۰۰
۳۰۰
۴،۱
۳،۵
۱۰
۱۶
۱۰
۱۶
۱۲۵-۱۵۰
۳۷۰-۳۴۵
۱۰۰-۹۰
۲۰،۴۱-
۲،۵۰۶-
۱۹،۰۵
۲،۵۰۶
۳۰۰
۳۰۰
۳۰۰
۴،۶
۴،۰
۱۰
۱۶
۱۰
۲۰
۳۸،۸۰-۳۶،۳۰ * ۲۹،۲۶-۲۷،۵۰
۳،۴۰۲-۳،۷۰۳
۱۲۵-۱۵۰
۴۲۰-۳۹۵
۹۰-۷۵
۳۰۰
۳۰۰
۴۰۰
۵،۸
۵،۰
۱۰
۱۶
۱۰
۲۰
*
۴،۵۱۳-۴،۵۸۱
۳۰۰
۳۰۰
۴۰۰
*
۴۷۵-۴۴۵
۶،۸
۶،۰
۱۲۵-۱۵۰
۱۰
۱۶
۱۰
۲۰
*
*
۷۵-۶۸
IRCكالس ( Aدوه لینه سړك) یا كال س ( R ۷۰یو لینه سړك). .۱دډ یزاین بارونه:
.۲د سړك پلنوالۍ ۱۱،۲متره ۴۰۰ ،ملي متره دپلچكو ددیوالګیو ) (Parapet wallپلنوالۍ
چه
د پوششي تختویاسلب د پاسه آبا دیږي ،په دي ډول د پوشش یا سلب ټول پلنوالۍ ۱۲متره
کیږي ،د
د یوالګیو لوړ والئ د پو شش د تختویاسلب د پاسه ۵۰۰ملي متره دی.
.۳د ۱:۲:۴په تناسب سره عادی سمنټي كانكریټ استعمالیداي شي .په پورتني جدول کې هغه
ارقام چه
د (*)په عالمې سره په نښه شویدي هلته ۲۰۰مارك( )۳ :۱:۱،۵په تناسب سره كنټرول
شوی كانكریټ
استعما ل شي (.الندني ارقام په جدول کې)
.۴ګریډ (Grade I Mild tested Steel ) Iټیسټ شوي سیخان وكارول شي.
.۵د الندني اوږد واله سیخانو څخه دهریوسیخ نه وروسته یوسیخ په ۴۵درجې زاویې سره د
اتكا
دبیروني څوكې څخه د وایې په ۰،۱۵فاصله كي با ید پورته خواته قات شي ،لكه څنګه
چه په لمړي
شکل كې ښودل شویدي ( .بعضي انجینران په دي عقیده دي چیرته وایه ۳یا له ۳مترو
څخه كمه وي،
وروسته له هرو څلورو سیخانوڅخه یو سیخ او كه وایه له ۳مترو څخه زیاته وي پس له
هرو
۲سیخانوڅخه یو سیخ پورته خوا ته كوږ شي) .ټو ل سیخان باید چنګك شي.
.۷د سیخانو لپاره كمترین پو ششي پو ټو كي ) ۵،۲ (clear coverملي متره یا د سیخ د
قطر په اندازه
كوم چه زیات وي په نظر كې و نیول شي.
.۸هغه مقدار سیخان چه په پورتني جدول كې ښود ل شویدي په هغه کې ۵فیصده ضایعات او
یو له بله
سره د تیریدو اندازه هم شامله ده.
Transverse bars .۹متقاطع سیخونه كوم چه په پورتني جدول كې ښودل شویدي كیداي
شي د
پلچكو دواړو خواوته یعنی د پو ششي تختویادسلب څنډو ته كم شي (په منځني برخه كي د
سیخانو
فا صله نږدې او په څنډو كي زیا ته وي).
.۱۰كله چه د پلچك وایه له ۳مترو څخه زیاتیږي د پلچك د منڅني بر خې شاه كړوپي
camber
د وایي ۲۴۰\ ۱حصه لوړپه نظر كې نیول پكار دي.
.۱۱پلچك چه تر ۱۰مترو پورې وایه ولري دا اقتصادي ده چه دټي بیم په عوض د ساده سلب
په شكل
دیزاین شي.
۷۵ .۱۲ملي متره پنډ قیر د پوششي تختې یاسلب د پاسه په پورتني جدول كې په نظر كې نیول
شوي دي.
.۱۴د پلچكو د تختو د آخرني څنډې او د اړخكیو) (Abutmentتر منځ ۶ملي متره خالیگاه د
تختو د
غځیدو ) (Expansionله كبله پریښودل ضروري دي ،او دا خالیګا باید د قیراو ریګ د
مخلوط
څخه ډكه شي.
.۱۵پورتنۍ جدول كیدای شي د عمومي شاهرا ؤ د پلچكو لپاره وكارول شي .درانده با رونه
كیداشي
كله كله په پلچكو باندي تیر شي ،او احتیاطي فكتورونه په نظر كي ونیول شي.
اووم څپرکۍ
برآورداواندازه
ESTIMATING and QUANTITIES
دیوه پوړیزی ودانۍ دمختلفوبرخودکار قیمت دټولی ودانۍ دقیمت الندي سلني اټکلیداي شی.
٪۳ دبنسټ کیندنه اوکانکریټ اچول
٪۵ دکرسۍ خښتکاري
٪۲۵ دکرسۍ نه پورته خښتکاري
٪۲۰ بام
۶٪ غولې
نوټ:
دکارګروپه هکله:
د ماهر اوغیر ماهرکارګردکاراندازه نظر دکارګر مهارت،موقعیت،اقلیم اوداسې
نوروفکتورونوپورې اړه لرې،نوله دې کبله دكارګرو ارقام لږاوډیر اټکلي دی.
یوکارګراټکلی په یوه ورځ په عادی مځکه کی دنرمی خاوری ،ترمتوسطی خاوري او سختی
خاوری كی الندي دندی سرته رسولۍ شی:
.۱دودانۍ بنسټ،من هولونه اوداسی نوری کیندنی چه ۱،۵متره پوري ژوروالي ولري
دخاوری له
اوچتولوسره سره ۲،۵ .متره مكعبه.
.۲په نرمه اوپرانه شوي خاوره کي تر۱۵متروپوري دخاوری دلیری کیدلوسره ۳ .متره مكعبه.
.۴بیرته ډکول ،داوبوشیندل اوتپک کول ،په ۱۵سانتی متره پنډوالی سره ۶،۵متره مكعبه یو
نفر.
.۵پټم شوي خاوری ته بڼه ورکول،اوبه شیندل اوتپک کول د ۱۵سانتی متروپه پنډوالی سره ۴
متره
مكعبه یو نفر.
.۷دباراوچتول دیوه متر په لوړوالې دهمغه بار انتقالول دکارګرد۱۰متره افقی واټن دطۍ کولو
سره
برابر دی.
سخته خاوره ) :(Hard Clayچه دکلندپه واسطه وکیندل شي،او لوټه یې دالس په واسطه سره
ونه تراشل شي.
نرمه خاوره ) :(Soft Clayهغه خاوره ده چه دبیل په واسطه وکیندل شي او په آسانئ سره په
السو باندي د تراشلو وړوي.
د پورتنیو شرایطو په نظر كي نیولو سره دالندي خاورو کیندل په یوه ورځ كي په دې ډول دې.
خاوره کله چه دژوری څخه وکیندل شی پټم یې ۲۵سلنه زیاتیږی،شګه ۱۰سلنه ،اوریګ
۲۰سلنه او تباشیر ۳۰سلنه حجم زیاتوي.
دنوي پټم شوي خاوري په سطحه كي الندی ټیټوالي مجازه ده.
۱۰سانتی متره په یوه متر لوړوالي كي پټم شوې ټپك خاوره
۱۵سانتی متره په یوه متر لوړوالي كي پټم شوې سسته خاوره
۲۰سانتی متره په یوه متر لوړوالي پټم شوی توره زراعتی خاوره
كي
په عمل کې دیوه مترمکعب لندې مسالې السته راوړلودپاره ۱،۴مترمکعبه وچه مساله ضروري
ده .همدغه شان دیومترمکعب لندې سمنټي مسالې دالس ته راوړلو لپاره چه د مخلوط تناسب
یې۱:۱او یا ۱:۶وي۱،۴۲ ،تر ۱،۲۱مترمکعبه سمنټ اوریګ ته ضرورت دئ .همداشان
دیومترمکعب خالص سمنټ څخه ۰،۸۷مترمکعبه خمیره جوړیدای شي.
چونه یي مساله:
دموادو اندازه په یوه مترمکعب لندې مسالې کې.
جدول ۷-۲
دموادوتناسب ۱:۱ ۱:۲ ۱:۳
مړه چونه په M3 ۰،۷۰۰ ۰،۴۷۵ ۰،۳۷۵
۰،۷۰۰ ۰،۹۵۰ریګ،دپخوخښتوپوډرپه M3 ۱،۰۷۰
په پورتني جدول کې دسمنټواندازه په وسطي ډول دضایعاتوسره په نظرکې نیول شوې ده.
داپورتنۍ تناسب په عمل کې دتطبیق وړدي.
دسمنټومقدار نظردریګ ددانوداندازې په اساس تغیر مومي .په سمنټي مسالې کې هرڅومره چه
دریګ دانې میده وي،هومره ډیروسمنټوته اړتیاده نظر وهغه مسالې ته چه دریګ دانې یې غټې
وي.
سمنټ اواوبه په مسالې کې دریګ تشې ډکوي.
کانکریټ
Concrete
دپخوخښتواوډبروماتول:
یونفردورځې په الندې اندازه ډبرې اوپخې خښتې ماتولی اوپه جغل بدلوالی شي.
مګردډبروسختوالۍ اودخښتواندازه هم په ماتولو کې اثرلري.
دپخوخښتوجغل:
د۰،۸۰تر۱مترمکعب چه د جغل اندازه یې ۲۵تر ۴۰ملي متره وي په حدودوکې
دډبروجغل:
تقریبا ً ۰،۵۵څخه تر ۰،۸۰مترمکعب ډبرې چه دجغل اندازه یې ۲۵تر۴۰ملي متره پورې
وي
۰،۱۰څخه تر۰،۱۵مترمکعب ډبرې چه دجغل اندازه یې ۱۲تر۲۰ملي
متره
۰،۶۰څخه تر ۰،۹۰مترمکعب ډبرې چه دجغل اندازه یې ۶تر۱۷ملي
متره پورې وي
ماتې خښتې اوسختې ډبرې کله چه بیا را غونډ ې اواندازه شي شایدحجم کې تر۷سلنه کموالی
راشي.مګردجغل په حجم کې تقریبا ً ۱۰سلنه کموالی راځي.
سختې ډبرې کله چه په ګاډې کې بارشي دانتقال په وخت کې دګاډې دحرکت اوتندک وهلو له
کبله تخته او سطحه یې كښیني ،کله چه اندازه شي په حجم کې یې ۷تر۱۲سلنې کمښت راځي
کارګر توكې
۰،۱۸مترمکعب ریګ
۰،۱۸مترمکعب دخښتوپوډر
دهموارواوکمان شکله باموپه کانکریټ باندې ۱۰سلنه دسمنټومساله چه په ترکیب کې یې ۱۲ملي
مترو نه تر۲۰ملي مترو پورې جغل ولري ،زیاتول اړین دي( .دسمنټودمسالې اضافه کول
دکانکریټو داوبودنه تیرولو په خاطر)
دخښتوجغل ته مخکې له ګډیدوڅخه پوره اوبه ورسیږي .دخښتوجغل له ۲۴ساعته په اوبو كې
غوته كیدو څخه وروسته دخپل وزن ۲۵سلنه څخه زیاتې اوبه جذب نکړي.
جدول ۷-۴
مرکب جغل چه مرکب جغل سمنټ *مخلوط جغل
له ۵۰ملی متري ۵۰کیلوګرام
غربال څخه تیر کڅوړه
شي اوکافي ریګ
ولري.
۰،۱۵۷ ۱ ۱:۵
۰،۲۱۰ ۱ ۱:۶
۱:۶ ۰،۲۸۰ ۱ ۱:۸
۰،۳۵۰ ۱ ۱:۱۰
۰،۴۲۰ ۱ ۱:۱۲
دسمنټووزن:
یوه ۵۰کیلوګرامه دسمنټوکڅوړه ۳۴،۷۲اویا۳۵لیټره ( )۰،۰۳۵m3وزن لري،اوخالص وزن
یې ۱۴۴۰کیلوګرامه په یوه مترمکعب کې دی .البته دکڅوړې د وزن سوا(۱۳۰۰نه تر۱۴۰۰
کیلوګرامه په یومترمکعب کې دسست ډکه شوې کڅوړه او۱۷۰۰کیلوګرامه په یومترمکعب کې
دتخته ډکه شوې کڅوړه).
دزودجوشه سمنټو وزن ۱۲۰۰کیلوګرامه په یومترمکعب کې دی.
دقیقه اندازه دکانکریټوچه الس ته راځي دجغل په نوعیت،اندازه او دجغل اوریګ ددانودترکیب
پورې اړه لري همدارنګه داوبو اندازه چه په مخلوط کې په کاریږي.
جدول ۷-۵
سمنټ په کیلوګرام سره ښه تنظیم شوي
ماشیني مخلوط السي مخلوط وچ ریګ جغل
مخلوط
Machine Mixing Hand Mixing ددانوداندازوله Average
Nominal
دریایي ماشیني ماشیني دریایي cu.m مخې
جغل جغل جغل جغل (Aggregate
سمنټ دکوچنیوکارونولپاره:
یوه ۵۰کیلوګرامه دسمنټوکڅوړه په اټکلي ډول الندې مخلوطونه جوړوالی شي.
دیوه منک داخلي اندازه۲۵سانتي متره په ۳۵سانتي متره په ۴۰سانتي متروکی ده چه معادل
دیوې کڅوړې سمنټو کیږي.
۰،۱۳۳مترمکعب ۱:۱،۵:۳کانکریټ
۰،۱۶۶مترمکعب ۱:۲:۴کانکریټ
۰،۱۹۲مترمکعب ۱:۲،۵:۵کانکرنټ
۰،۲۵۰مترمکعب ۱:۳:۶کانکریټ
۰،۳۳۳مترمکعب ۱:۴:۸کانکریټ
۰،۴۰۰مترمکعب ۱:۵:۱۰کانکریټ
۰،۵۰۰مترمکعب ۱:۶:۱۲کانکریټ
سمنټ په وزن سره پیمانه کیږي ځکه دحجم پیمانه ډیرتغیرمومي.
دکانکریټوداجزاؤ مجموعي حجم وروسته له ګډیدو ۱،۵ځله دګډیدونه مخكې دحجم په نسبت
کمیږي.
کیدای شي چه پورتني ارقام نظرډیزاین ته دضایعاتوله کبله په اټکلي ډول ٪۱۵زیات ونیول
شي.
اضافي سمنټ دکانکریټ دسطحې دهمواروالی اوښوی والی په خاطر دهر۱۰۰مترمربع سطح
لپاره:
ج) دغولې اوداسې نورو کانکریټي سطحو دښوی والې لپاره په خالصوسمنټو۲۲۰،کیلوګرامه
سمنټ په کاریږي.
یادونه:
په پورتني کانکریټوکې السي مخلوط اودریایي جغل په نظرکښې نیول شوی دی.
۴نفره معمار
دخښتوقیمت اودهغه دځای په ځای کولو مزدوري ۲/۱نفره ترکاڼ
دپایواوقالب دمضبوطولولپاره نورمزدور زیات شي. ۶نفره مزدور
۲نفره اوبو وال
-۶دغولې(فرش) کار
FLOORING
دخښتودغولې(فرش) دهر۱۰متره مربع لپاره:
د) درنګه فرش لپاره :درنګه فرش ۴۰ملیمتر په پنډوالي سره (سره دآکسیجن ترکیبي ماده) چه
الندنی
کانکریتي پټ یې ۳۰ملیمتره او ترکیب یې ۱:۲:۴اوپاسنی پټ یې ۱۰ملیمتره سمنټي
پالستر چه
ترکیب یې ۱:۳اودرنګه موادو مخلوط یې ۳،۵کیلوګرامه په ۵۰کیلوګرامه سمنټوکې
وي،اوهمداشان دسطحې دښوی والې لپاره ذکرشوی ترکیب دسمنټواودرنګه
موادومخلوط کارول
شوی وي .دهر۱۰مترمربع لپاره ۲۰۱کیلوګرامه سمنټ ضرورت دی.
ه) دمرمرودډبروچپس د۱۰ملیمتروپه پنډوالې سره چه سپین سمنټ اوروښانه رنګ پکښې
استعمالیږي دپالش اوجالورکولوسره کارتمام دهر۱۰مترمربع لپاره:
دمرمروچپس ۱۸۰کیلوګرامه چه ۰،۱۱مترمکعبه کیږي اودجغل اندازه یې ۳ملیمتره
وي
سپین سمنټ ۱۰۰کیلوګرامه،رنګه مواد ۵تر۱۰کیلوګرامه
معمار۲نفر،مزدور ۲نفر،پالش کوونکی ۸نفر،اوبو وال ۲/۱نفر
دپالش دماشین دډبرې مصرف بیل په نظرکې نیول کیږي.
۱۲ .۶ملی متره پنډپلستر د۱:۳په تناسب سره برسیره دخښتوپه ټوټوباندې چه ټول پنډوالی یې
۱۰۰ملی متروته رسیږي ۳۳۰افغانۍ.
.۷تراسو د۴۰ملی متروپه پنډوالي سره په ۱:۶مسالې باندې نصبول د۱:۳هنګاف په شمول
۳۶۵افغانۍ.
یادونه :دکانکریټولپاره غربال شوی دریایي جغل اوالسي مخلوط په نظرکښې نیول شوی،چه
دقالب یادشیشوقیمت شامل نه دی.
.۷هنګاف
Pointing
الف) پاسني جدول کې دمسالې کومه اضافي سلنه چه په نظرکې نیول شویده،هغه دخښتو
دجاینټونودډکولو،ددیوال دنه همواروالي اوداسې نوروضایعاتولپاره ده.
ج) دچت د۶ملی مترپنډپلسترلپاره نیمایي دهغه موادوچه په پورتني جدول کې د۱۲ملیمتر پنډي
مسالې دپاره پكا ریږي ،ضرورت دی.
د) په ناهموارودیوالوباندې ۱:۲دچونې دمسالې وهل چه پنډوالۍ یې په اوسط ډول ۱۰ملی متره
وی-
په ۱۰۰متر مربع کې.
سپینه چونه ۰،۶مترمکعب،ریګ ۱،۲مترمکعب
دچتکې لپاره مساله ۱کیلوګرامه-معمار ۴،۵نفر،مزدور ۴نفر،اوبو وال ۱،۵نفر.
د۱۲ملی مترپالسترپرتلیزقیمتونه:
جدول ۷-۱۰
ریګ:سمنټ
۱:۶ ۱:۴ ۱:۳
۲۷۲۰افغانۍ ۲۸۹۲افغانۍ ۳۰۷۲
افغانۍ
دستمپر(:)Distempering
دلمړي ځل لپاره د۱۰۰مترمربع سطحې وچ دستمپر رنګ ۶،۲۵کیلوګرام ،ددویم ځل لپاره
۵کیلوګرامه او۸کیلوګرامه دابتدایي طبقې لپاره.
ب) ۳۸ملی مترپنډه پله او شیشه لرونکې دروازه چه ۱،۲۲متره په ۲،۱۳متروکې دچوکاټ
سره :
چارتراش ۰،۱۴۲مترمکعب(چوکاټ۰،۰۴۸مترمکعب اوپله۰،۰۹۴مترمکعب)
اوهمدارنګه دهرډول پلې لپاره:
چارتراش ۰،۱۷۰مترمکعب دچوکاټ په شمول
ج) ۳۸ملی مترپنډه جالي واله دروازه ( )Wire gauzeچه ۱،۲۲متره په ۱،۹۸متروکې:
چارتراش ۰،۱۲۴مترمکعب(چوکاټ۰،۰۴۸مترمکعب اوپله۰،۰۷۶مترمکعب)
جالي ۱،۲۱متر مربع ،نجار ۳نفره ،مزدور ۱نفر
.۱۱رنګمالي
Painting
رنګ دسطحې درنګولود پراخوالې ظرفیت نظرد رنګ ترکیب ،دسطحې څرنګوالی اودرنګمال
مهارت پورې اړه لري .داالندې عمومي الرښوونوته دې پاملرنه وشي.
یورنګمال دورځې د۴۵نه تر۶۵مترمربع سطحه رنګولی شي.اوکه سطحه اوسپنیزه ،همواره
اوموانع ونه لري تر۹۰مترمربع پورې یي درنګولوامکان شته.
په ستونزمن اودقیق کارکې لکه ددروازو اوکړکیوهمدغه رنګمال دورځې یوازې ۲۰مترمربع
رنګوالی شي.
ــ قیروهل:
دیوه ځل لپاره ۱۰لیتره اودوه ځلې ۱۸لیتره
عمومي کارونه:
۱ ــ داوسپنې کتاره.
۱ ــ کتاره په شمول ددروازې چه افقي اومایلې بیرې ولري.
۱،۱۴ ــ نالي داره آهن پوش.
۱،۲۰ ــ ازبست سمنټ نالي داره آهن پوش.
۱،۱۰ ــ نیمه نالي داره ازبست سمنټ آهن پوش.
۱ ــ جالي داره دروازه،دجالۍدرنګمالي په شمول
.۱۲بام
Roofing
جک واله کمان بامونه (:)Jack Arch Roofingپه هر۱۰متر مربع بام کې
ب .دهندی ستندردو خښتوڅخه دنیم خښتوپه پنډوالې کمان خښتې ۵۳۰دانې
لنده مساله
۰،۱۸مترمکعب
کارګردکمان دکارمطابق په نظرکې ونیول شي
کانکریټ دکمان داتکاءلپاره(استناد) ۱۲ملې متر اندازه جغل ۱،۵مترمکعب
ګردي اوسپنیزې تیرچې( دستک):
محکمونکې میله ۲۰ملیمترقطر،اوسپنیزه زاویه لرونکې تخته ۷۵په۷۵په۶ملیمتر،نټ
اوبولټ،واشرپلیټ ۵۰په۵۰په۶ملیمتر،سمنټ کانکریټې بالکونه دتیرچوداستنادلپاره،کاشي
دکانکریټ دپاسه دهنګاف سره یانورمواددبام دآخرینې سطحې لشم کارۍ اوښووۍ والې
لپاره،پلسترکول یاهنګاف کول،اودچونې رنګمالي دکمان الندې،دکمان دمرکزیت برابرونه او
داسې نور.
نالې داره آهنچادري بامونه په هر۱۰مترمربع کې:
۲۲ګیجه( ۰،۸ملیمتر) په پنډوالې نالي داره آهن چادر(۱۵سانتیمتر۴طرفوته یودبل دپاسه)
۱۲،۸ملیمتر مربع ،نټ اوبولټ ۲۵په ۶ملی متراندازه۳۰،دانې J.یا Lشکله چنګکي بولټونه
چه۸ملی مترقطرولري۲۵،دانې.
قیرواله چسپناکه واشر۵۵دانې.
که چیرته آهنچادر په پیچواوواشلوباندې ټینګیږي:
قطر ۶ملیمترپیچونه،چه د۷۰نه تر ۸۰ملیمتروپورې اوږدوالۍولري۴۵-دانې.
حلبي ساز یونفر،مزدور یونفر.
دنوروکارونولپاره لکه خوازه،دلرګیوکاراودآهن پوش دتاج دنصبولولپاره نوروکارګروته اړتیاده.
یادونه:
پورتني برآوردکې داالندې قیمتونه په نظرکښې نیول سوي دي.
۵۰۰افغانۍ .۱دماهرکارګر دیوې ورځې مزدوري
.۲دغیرماهرکارګردیوې ورځې مزدوري ۲۵۰افغانۍ
.۳دیوې کڅوړې سمنټوقیمت ۳۰۰افغانۍ
.۴د ۱۰۰۰قالبوپخوخښتوقیمت دکارپه ساحه کښې ۳۰۰۰افغانۍ
۳۷۵افغانۍ .۵دیومترمکعب ریګ قیمت دکار په ساحه کښې
.۶دیومترمکعب دریایي جغل قیمت دکار په ساحه کښې ۲۵۰افغانۍ
ترتیب کوونکی:عزت هللا (جلیلی) Page 71
۷ .۷کیلوژوندۍ چونه دکارپه ساحه کښې ۳۰افغانۍ
وزن په دموادوتوضیح شمیره
N/m3 Description of Material