Professional Documents
Culture Documents
M Ismail Sapa 001
M Ismail Sapa 001
( یو پښتو نوم) یم ،ما د دوکتورا تر کچې زده کړې کړي خو اوس د
ښاروالۍ خځلې ټولم پخوانیو متل کړي ( پښتون چې هر چیرې وي برخه
یې خواره ده ) خو زه د ښار په کوڅو کې خځلې ټولوونکی نه یم بلکې
زه د هغې بیړۍ چلونکي یم چې د ځمکې په مدار کې ګرځي او هغه
خځلې چې له درې سو کلونو څخه را په دیخوا د فضای بیړو پاتیشوني
او نور واړه شیان چې له فضای بیړۍ څخه بیل شوي او په فضا کې
سرګردانه ګرځي پیدا ،خپلې بیړۍ کې یې ځای په ځای کړم او دا ځان
سره ځمکې ته یوسم تر څو دا واړه زرات له فضای سپوږمکیو سره ټکر
ونه کړي او سپوږمکیو ته زیان وا نه ړوي.
ما به په پنځو کلوو کې یو ځل ځمکې ته سفر کاو؛ خو دا ځل دا دي
پنځلس کاله کیږي چې ځمکې ته نه یم تللي؛ ځکه چې ما ته له دریالس
کلونو څخه عجیب ډول میسجونو راځي زه داسې فکر کوم چې د
میسجونه ما ته له فضا څخه راځي خو د ځمکې اوسیدونکی پوهان داسې
فکر کوي چې یا خو زه دا مېسجونه له ځانه جوړوم او یا داسې څوک
شته چې له ځمکې څخه زما د ازارولو لپاره داسې د دورغو میسجونه
راته رالیږي.
اته کاله وړاندې یو اروا پوه دافتوا هم زما په اړه صادره کړې وه چې
ګواکې زه لیوني یم.
اوس هر څه زما خالف شوي همدا سبب دي چې زه به دې ونه توانیکیږه
معلومه کړم چې دا بیړۍ څه وخت له ځمکې څخه حرکت کړی وه او
دومره کلونه چیرې وه په بیړۍ کې څو کس دي ستونزې خو ډیرې زیاتې
دي خو زه به یې دا څو مهمې ستونزې یادې کړم یوه دا چې نور به ما ته
له ځمکې څخه اکماالت نه کیږي ځکه هر پنځه کاله وروسته ما ته له
ځمکې څخه زما د ضرورت وړ مواد لیږل کیدل؛ خو اوس ما ته ویل
شوي چې نور باید دا میسجونه کیس ختمه کړم او ځمکې ته وګرځم،
ستونزه دا ده چې دا میسجونه زما له پاره ډیر مهم دي د دې میسجونو
ستونز په دې ډول دي کله چې د ځمکې خوا ته زما بیړۍ نږدې شي نو دا
میسجونه بند شي .کله چې بیرته له ځمکې څخه فاصله واخلم نو بیا را
شروع شي سانیس پوهان داسې ګومان ګوي چې دا به د ( په فضا یوه
ساحه باید پیدا شي ) یوه بله ستونزه دا ده چې دا میسجونه یواځې هغه
کمپیوټر ته راځي چې ما د یوې بیړۍ له یوې برخې څخه خالص کړي نه
د دې میسجونو ځواب بیرته لیږلي شم او نه هم دا میسجونه ځمکې ته
پاروټ کیږي یواځې زه یې لوستلي شم او د میسجونو مطلب د خپلې
میسج اوستونکې بیړۍ به کمپیوټر کې لیکلی شم او ځمکې ته یې لیږلی
شم.
/۲۲۳۰د ستمبر /یولسمه دا میسج راغلی.
ماشومې په وړه ژبه له خور پوښتنه وکړه.
په فضا کې د انسان له سترګو اوښکې نه څاڅي ځکه دلته جاذبه نشته او
کله چې انسان وژاړي اوښکې په سترګو کې ډنډ پاتې کیږي؛ نو د دې له
پاره چې سترګې سمه کار وکړي کیدای شي ساینس پوهانو داسې واړه
چکک بوتل جوړ کړي چې له سترګو څخه اوښکې کش کاږي تر څو له
یو لوري څخه سترګې پاکې شي له بل لوري د اوبو د ضایعه کیدو مخه
ونیول شي او له بل لوري د بیړۍ په مینځ کې د اوښکو څاڅکې خوار نه
شي.
دا اوښکې بیا یو بل فلتر ته ورکول کیږي تر څو په اوښکو کې شته مالګه
جودا او اوښکې څخه د اوبو په ځای استفاده وشي.
زه به ډیرې تبصرې نه کوم تر څو تاسو ته هغه مسیج وړاندې کړم چې
ما ته رسیدلي دي .
ماشومې په هوا کې یو دوه ځلې مالقونه وخول بیا یې له خور څخه
پوښتنه وکړه.
نو ما خو ((( دوه کاله ژوند نه دي کړ)))))
مشرې خور یې وویل:
ما کوم داسې ډیر عمر کړی.
ماشومې وویل:
زه چې مړه شم شفاخانې ته ځم
مشرې خور یې مسکۍ شوه وویل نه خورې چې موږ مړه شو چیرته تلی
نه شو ،موږ چې کله مړه شو ،موږ به ماشین ته څوک ونه رسوي.
ماشومې وویل زه نه مړه کیږم.
مشرې خور یې وویل :خو بیړۍ له سیارې سره ټکر کوي بیړۍ به دانه
دانه شي او اکسجن به نه وي نو ټول به مړه شو.
ماشومې بیا وویل :زه نه مړه کیږم زه خو مور لرم.
خورې ورته په خندا شوه ورته وویل:
لیونۍ خو مور له پخوا مړکیده هغه خو ناروغه دی.
په بیړۍ کې داسې سیستم موجود دي چې په هر ځای کې میکونه او
کمرې لږیدلي دي ټول تصویرونه له غږ سره یو ځای د بیړۍ مرکزي
ستشن ته ځي په مرکز کې ناست کسانو چې کومه خبره خوښه شوه نو بیا
یې په بیړۍ کې ټول اوسیدونکو ته خپروي.
دا مرکز د امینت لپاره جوړ شوي.
دا خبرې د بیړۍ په ټولو تلویزیوني پردو باندې ښکاره شوي مور یې چې
د لور خبرې واوریدې په تیزی سره راغله او لور یې غیږمه کې ونیوله.
ماشومې مور ته وویل :دا ګوره ((( د خور نوم))) ما ته وايي چې ټول
مړه کیږو وايي مور مړه کیږي.ته نه مړه کیږې کنه مورې؟
مورې هم اوښکې له سترګو په چکک باندې کش کړې او د لور له سترګو
یې هم اوښکې کش کې بیا یې ورته وویل:
ما ته وګوره ما وینې
ماشومې په شونډو باندې مسکا خپره شوه خپل سره یې د هو په مانا
وښواروه ،د مور په لنډو ویښتو یې الس تیر کړ.
مور یې د لور مخ په خپلو السو کې ونیو او ورته وویل:
نه زه غواړم چې مړه شم او نه مرګ پریږدم چې تا را نه یوسي .ته به
ولې مړه کیږې زه خو یم.
ماشومې خپل ځان د مور غیږې ته دننه کړ.
مور یې ماشوم په سر ښکول کړه ماشومه د مور له غیږې ووتله او په
هوا کې په لټونو او تاویدو شو.
مشره خور یې حیرانه وه.
مور یې د بیړۍ مرکزي اجالس خونې ته الړه.
د ځمکې د اوسیدونکو که دا میسج تاسو ورسیده نو په دې به پوه شي چې
له موږ سره څه وشو او موږ څنګه مړه شو زما تر ټول لویه هیله دا ده
چې د ځمکې څخه بیرته د میسج جواب تر الس کړم.
اوس هغه بیړۍ چې د بشریت نسل ژوغلو په کوشش کې وه اوس خپله له
یو ستر ګاوښ سه مخ شوې ځکه بیړۍ مخامخ یو سیاره ته ور روانه ده
تر اوسه چا په دې فکر نه وکړی چې د بیړۍ په هغه ماشین کار وکړي
چې د مسیر بدلور کار ترې اخسیتل کیده دا له څو کلو څخه خراب و؛ خو
د بیړۍ اوسیدوونکو یې غم نه خوړ.
مرګ هم عجیبه شي دي کله چې د مرګ درته نږدې شي نور د خالصونه
الره نه وي نو بیا ستا زړه غواړي چې ستا مرګ اسان وي او ژر مړ
شي او داسې هم کیدای شي چې ته له مرګه وروسته د خپل نوم د ژوندې
ساتلو په فکر کې اووسې د بیړۍ په ارشیف کې مې یو ځل د قبر په باره
کې ولوستل هغه ته یې لیکلی ول ،چې انسان قبر د دې لپاره جوړوي چې
راتلو کی نسلونو کې یې خلک قبر ته ودریږي او یاد یې کړي او یا یې
ور یاد شي خو دلته خو نه قبر شته ځکه دلته خو مړي ماشین ته د دې
لپاره ورکوي تر څو سره ترې جوړه شي او هغه سره بیا ګالنو او بوټو ته
ورکړي او انسان ته د ارام سبب وګرځي د بیړۍ اوسیدونکي داسې دود
شوي داسې فکر کوي که چیرې زموږ د وجود غړي نورو کسانو ته
ولږول شي نو دا د خوشبختۍ خبره ده او کله چې زموږ له وجود څخه
سره جوړه شي او هغه سره بیا ګالنو او بوټو ته ورکول شي نو زموږ
روح به بوټو کې را زرغویږي.
دا وه د یو میسج خالص چې ما تاسو ته وړاندې کړه په ځمکه ټول ساینس
پوهان او د فضاي چارو کار کوونکی چې زه هم په کې شامل یم الره
رانه ورکه ده چې دا بیړۍ کومه یوه بیړۍ ده هسې خو ډیرې بیړۍ فضا
کې خوشې شوي چې څه یې له سیارو سره د ټکر په نتجه کې له مینځه
والړې او یو څو بیړیو کې بیا ستونزو له کبله په فضایی بیړۍ کې
موجود انسانان مړه شول هغو بیړیو چې انسانان په کې له منیځ والړه
واره له مخه ځمکې کې خلک خبره شوله چې بیړۍ له کومې ستونزې
سره مخ شوه او د انسانانو د مرګ ننداره یې خلکو د ویډو له الرې کوله
او له مرګ څخه وروسته له مړی څنګه خرابیږي او څنګه له مینځه ځي
دا ټول په مسند فلمونو کې ثبت دي.
له یو څو بیړو سره اوس هم اړیک شته خو په هیڅ بیړۍ کې انسان نشته
یواځې د عکسونو ویډو اخیستول او ځمکې ته د رالیږلو وړتیا لري مخ په
وړاندې په کهکشان کې روانې دي.
له دې میسج څخه ما دا نتیجه واخیسته چې دا بیړۍ اوس له خطر سره مه
دي او په بیړۍ کې ډیره بې اتفاقي ده.
لیک:
یوې میرمنې خاص کالي د دې لپاره اغوستل ،چې د بیړۍ د ترمیم لپاره
هغه ځای ته ورشي چې د بیړۍ مسیر بدلوي.
د موسیقۍ د ځوانانو یو ګروپ یو غمجنه سندره د موسیقۍ په الو کې
غږوله
د بیړۍ جوړښت
دا بیړۍ څلور برخې لري چې د شیشو په وسیله سره جال شوي دي.
دا شیشې به له پنځوس نسلونو څخه وروسته له منځه وړل کیږي دا ځکه
ساینس دا ثابت کړي چې په له نږدې خپلوانو سره ودونه کلو په اوالدنو
کې د معیوبیت او معلویت ستونزه را پیدا کوي؛ نو کله چې بیړۍ جوړیدله
د دې لپاره چې په بیړۍ کې د معیوبیت مخه یې نیولي وي نو بیړۍ یې په
څلور برخو وویشله چې دا برخې به بیا له پنځوس نسلونو څخه وروسته
له منځه ځي او ټوله بیړۍ به سره یو ځای کیږي.
اوس هر څوک یواځې د یوې برخې له اوسیدونکو سره واده کوالی شی
پنځه ویشت نسله وروسته به بیا د دوه بالکونو تر منځ د شیشې دیوال لرې
کیږي او دي به له یو بل سره واده کوی او په پای کې به بیا ډول د شیشې
دیوالونه له منځه ځي او یو بیړۍ به ترې جوړیږي.
د ارشفونو څخه داسې کاري کله به چې طیارې جوړیدې نو د طیارې د
مخې برخه به نرې او تیزه وه تر څو هوا څیرې کړی او په چټکۍ سره
مزل وکړي؛ خو بیړۍ د ده دې خالف دي د بیړۍ مخې خوا غټه او
وروسته برخه یې پلنه دي دا ځکه چې لومړي برخې شیشې یې وتلي دي
څخه چې بیړۍ وروستۍ برخه باید د لومړۍ برخې لمر مانعې ونه ګرځي
او د لمر وړانګې ورته د بیړۍ هغې برخې ته وروسیږي چې د بیړۍ مخ
دي.
د قاضیانو محکمه
د نور موضوع
نور هم ماده دي او هم څپه که چیرې داسې فکر وکړو ،چې له یو لوري
وړاندې راغلي او د بل لوري له وړانګو سره ټکر یې وکړه نو ډیر امکان
دا شته چې لمریزو دړو ته د لمر وړانګې نه رسیږي او به دې ډول باندې
د بیړۍ د انرجي د کمبود سره مخ شي.
د فزیک د قانون له مخې او د تجربو له مخې داسې ښکارې چې د سرې
یا زیړې رڼا نور څپې اوږدې دي نو په شنه رڼا باندې به غالبه وی خو
بیا هم که غالبه هم شی خو بیا هم د وړانګو سم نه رسیدل به د انرجۍ
ستونزه سره مخ کړي.
بیا ډیر امکان دا دي چې د بیړۍ اوسیدونکي له ډیرې مجورۍ څخه
وړاندې اتمی انرجي ته مخه کړي او په دې صورت کې بیا د بیړۍ له
منځه تلو خطر ډیر زیاتیږي.
په بیړۍ کې د رڼا او سوری
زه ډیره جګر خونه یم دلته ډیره ګډوډي وه زه تانده ځوان یم زړه مې درد
کوي ځکه بیړۍ کې هغه خوند ،محبت ږږږ له یوه لوري د مچیانو بغاوت
کړي .زما له پیدایښت څخه وړاندې د هغو ځوانانو له وجې نه قطعه شوې
ده چې د ای او ډی په بالک کې ول.
دا کیسه ما ته نیکه خپل نیکه به کله کله کوله خو اوس پوهیږم چې نیکه
جان مې ټوله کیسه نه کوله یواځې هغه برخې به یې ما ته ویلې چې د ته
مناسبې ښکارې دې.
ستونزه ډیره زیات د محکمې نشتون لوی جنجال جوړل کړی له څو دقیقو
څخه را په دې خوا په دې خبرې روانې دي چې باید په بیړۍ کې باید
قوانین جوړ شي محکمه باید جوړه شي .
له دې واړندې یو ځل محکمه او قاضیان وټاکل شول خو وروسته نیوکۍ
ډیرې شوي او قاضیانو اعتراف وکړه چې د قوانینو د موادو نه شتون دی
ته د فیصلو کولو کې ستونزې جوړه کړې.
له اوس څخه یوه دقیقه او شل نوري ثانې وړاند (((( د کرکټر نوم)))
دعوه کړې چې د ده د پالر د مړي پاته شوني ده ته کم ورکول شوي وه
دا ځکه چې دلته د مړیو پاتشوني هغو بوټو ته ورکول کیږي چې هر چا
په خپل ځای کې کري.
کوم کوم جنجال به درته وښیم اوس موږ له ده لویو ستونزو سره مخ یو له
یو لوري کوشش روان دي چې د (کرکټر نوم) ژوندي وساتل شي تر څو
د ځمکې سره د اړکې د هغه دسګا رمز تر الس کوو دویم ستونز دا دي
چې بیړۍ اوس مخامخ سیارې ته ور روانه شوه .
په بیړۍ کې تر ټول لومړي هغه وخت ستونزه راو والړه شو چې په
بیړۍ کې مینه وشو او د مینې په اور کې اوس موږ سوځګو.
د حمزه بابا شعر چې د دونیا د اب ګیل ته انسان راغی
مینه راغله نفرت راغی طوفان راغی.
دی مینه ته خپلې مینې یو ایمل لیږلي وو او له هغه څخه یې ژمنه اخیستې
چې دي به هیڅ وخت روز چا ته نه ورکوي او نه به دي بل چا سره واده
کوي.
نجلۍ له پنځه دقیقو چې د ځمکې په حساب شل کاله کیږي وروسته مړه
شوه خو () فکر کوي چې نجلۍ وژل شوي دي.
لومړی به زه د دې بیړۍ په اړه تاسو ته معلومات در کړي .دا بیړۍ څو
نسله وړاندې له هغې ځمکې څخه چې نور د انسانانو د پښې د ایښودو
ځای ورځ تر بلې کمیده.
په دې بیړۍ کې داسې قهرمانان سپاره وله چې د خدای په دې لویه هستي
کې وړاندې والړ شي او تر څو هغې ځمکې ته چې داسې فکر کیده چې
هلته اوبه موجودې دي او کید شي چې ژوندي موجودات وي.
دا بیړۍ هغه وخت له ځمکې څځه د بشریت د ژغورلو لپاره حرکت وکړه
چې ځمکه کې ناشنا مرضونه پیدا شول .وړاندې له دې چې د هغې ځمکې
په اړه چې اوس موږ ته مخامخ ښکاري خو درې یا څلور نسله نور
انسانان باید په بیړۍ تیر کړي تر څو هغې ځمکې ته ورسیږو .دي
ځمکې یو څو زلمي او یو څو پیغلې تیارې شوې چې د بشریت نسل
وژغوري.
زه دا کیسه له دریو لیدو لور څخه کیسه درته کوم یوه هغه خبرې دي چې
زه یې وینم او لیکم یې او بل هغه کیسې دي چې زما نیکه راته کړي دي.
فکر مې ډیر جدی انسان وو .هیڅ وخت یې ما سره خبرې نه دي کړي
خبرې کولې خو هغه وخت چې زه ډیر ماشوم وم.
زما نیکه ډیر سپیځلي انسان وو دی به ما ته د خپل هیواد په اړه خبرې
کولې خو زه حیران یم چې هیواد به څنګه وي.
دي ماته د داسې ټولنې په اړه کیسې کولې چې په غرونو کې ایساره ټولنه
وه او دي د جنګونو له واجې دي اورپا ته تللي وو او هلته یې زما له نیا
سره واده کړي وو.
زما نیا د ځمکې په سره د فضاي علمو زدکړې کړې وې نو کله چې فضا
ته د سفر پریکړه وکړه نو نیکه مې له ډیره غیرته چې سبا څوک پیغور
ور نه کړي نو له نیا سره مې یو ځای فضا ته د سفر ملګری شوي.
زما نیا د فضای سفر په لومړي کیږې د هډوکو په نارغوي اخته شوه او
مړه شوه .نیکه مې داسې فکر کوي چې دې ورژش نه کړي نو د جاذبې
له نشتو له وجې د هډوکو د ناروغ سره مخ شوه.
نه پوهیږم زما نیکه به چې کله ما ته کیسې کولې نو له سترګو به یې
اوښکې وي او پزه به یې کش کوله.
یوه ورخ یې ما ته د خپل ماشومتوب د خیال کیسه کوله ده ویلې ما داسې
فکر کاو چې اسمانونونه داسې چپه کاسو په ډول پر موږ باندې لواړ دي
او کله به چې باران وریده نو ما فکر کاو چې مالیکې به په اسمان کې د
یو جال په سره باندې اوبه اچوي او الندې به ترې باران جوړیږي.
خو اوس چې ګورم د انسان خیال ته مې خندا راشي.
د نیکه جان کیسې او څو ورخې وړاندې مې په ارشیف کې یو تاریخي
کتاب لوسته د هغه ته چې ځمکه ورته وايي د ملکونو تر منځ جکړې
شوې وې نه پوهیږم چې دوی به جګړې ولې کولې د بیړۍ دا ګډ وډي او
د ځمکمې په سره جکړې ما ته یو ډول ښکاري.
خو دلته شکر چې میداني نشته اسونه نشته او نه هم توپونه او ټانګونه شته
چې یو په بل باندې حمله وکړي که دا شیان وي کیدا شی چې دلته هم
داسې کیسې شوي واي.
له (په ارقامو باندې تاریخ) را په دیخوا فکری بغاوت موجود دي او دا
هغه کسان دي چې د ځمکې د جاذبې څځه انکار کوي.
دي د موچیانو مالټړ کوي مچیان هغه کسان دي چې اوس یې په بیړې کې
بغاوت کړي او په خپل سره کارونه کوي.
به بیړۍ کې ډیر کسان موجود دي کله چې ځمکې څخه بیړۍ له ځمکې
څخه را توغلو کیدله نو د هرې طبقې کسان موجود وي چې یوه ډله
موچیان وو دي دا دنده وه چې د چرمي وسایلو ساتنه وکړه او هم د بیړې
اوسیدونکو بوټونه جوړ کړي.
خو داسې وخت راغي چې د موچیانو کار خالص شو ځکه چې بیړې کې
ټول په هوا ګرځي هیڅو پښو ته ضرورت نه لري نو په دې وجه د
موچیانو دندې له منځه والړې په اول سره کې خو موچیان او کورنۍ یې
ډیرې خوشحاله وې ځکه دوي مفتې ډوډۍ خوړلې کله به یې چې زړه
وشو نو له خوب نه به پورته شول او کله به یې چې زړه وشو نو ویده
کیدل به .خو کرار کرار د دوي کورنې لوې شوې او د بیړې اوسیدونکو
په دې پسې خبرې پیل کړې او اوس دوي هم ځان ته د اوسیدونکو خبرې
د حقارت په بڼه بولي .
دوي خپل دلیل داسې وړاندې کوي چې د دوي دنده خدای ترې اخیستې نو
دي په دې کی څه کوالی شي خو د بیړۍ نور د اوسیدونکي وايي باید
دوی ته خواړه کم ورکول شي ځکه دوي کار نه کوي ډیره خواړه هغو
کسانو ته ور کول شي چې بیړې کې ډیر کار کوي.
یاداشت
د په ژوند کې تر ټولو سخته خبره ده ،تا په سترګو لیدلې وی چې اوبو
رغړی او حرکت کوی؛ خو کله یې چې ته نورو ته وايي هغوي درپورې
خاندي هیڅ یې یقین نه کیږي.
دا خبره مې تیره ورځ په پوهیتون کې وکړه خو ټولو راپورې وخندل
وویل ته اوس بډا شوې یې یواځې دا نه دلته ډیرې خبرې شته خو یو یې
هم را سره نه مني ځکه په بیړۍ کې هغه اخیري کس یم چې په ځمکه مې
شل کال عمر کړی هغه تجربې چې ما په ځمکه کړي دي په بیړۍ کې
هیڅ یو کس نه دي کړي د روانو اوبو لیدل ،د ونیو او بوټو خاښونو پورته
لور ته تلل ،د ونو د پاڼو رنګ شین وو اوس بدل شوي .د ګالنو رنګ
سور خو خو اوس بل ډول دی .تیر ورځ موږ په همدې خبره بحث وکړه.