Download as pdf or txt
Download as pdf or txt
You are on page 1of 7

‫بسم هللا الرحمن الرحیم‬

‫د سمتروه عالي لیسې د یوولسم ټولګــي د جغرافیې سوالونه او جوابونه‬


‫‪ ‬تشریحي پوښتنــــې‬

‫‪۱‬سوال‪ :‬جغرافیه تعریف کړئ؟‬

‫ځواب‪ :‬هغه علم دی چې د انسان او چاپېلایر متقابلې اړیکې تر څیړنې الندې نیسي‪.‬‬

‫‪۲‬سوال‪ :‬غنم په څو دوله کرل کیږي؟‬

‫ځواب‪ :‬په دوه ډوله‪.‬‬

‫‪۳‬سوال‪ :‬کرنه څه ته وایي واضحه یې کړئ؟‬

‫ځواب‪ :‬کرنه د نباتاتو لپاره لومړۍ په ځمکه کې د تخم شیندل او بیا د هغې لپاره د‬
‫ځمکې تیارولو ته کرنه ویل کیږي‪.‬‬

‫‪۴‬سوال‪ :‬ایا د افغانستان کرنه په پرمختللي بڼه سمبال ده؟‬

‫ځواب‪ :‬هو د افغانستان کرنه په پرمختللي بڼه سمبال ده‪.‬‬

‫‪۵‬سوال‪ :‬د افغانستان څومرمره ځمکه کرل کیږي؟‬

‫ځواب‪ ۸.۷ :‬میلیونه هکټاره‪.‬‬

‫‪۶‬سوال‪ :‬څو ډوله غنم کرل کیږي؟‬

‫ځواب‪ :‬دوه ډوله غنم کرل کیږي‪.‬‬

‫‪۷‬سوال‪ :‬زموږ په هیواد کې کرنه په څو طریقو سره کرل کیږي‪.‬‬

‫ځواب‪ :‬په دوو طریقو؛ ‪ ۱‬پخوانۍ طریقه ‪ ۲‬عصري طریقه‪.‬‬

‫‪1|Page‬‬
‫‪۸‬سوال‪ :‬د دولتي احصائیو له مخې په کال کې د هر افغان وګړي د غنمو لګښت څومره‬
‫دی؟‬

‫ځواب‪ ۱۶۲ :‬کیلو ګرامه‪.‬‬

‫‪۹‬سوال‪ :‬عنعنوي بزګران د خپلو تولیداتو څخه یې څومره اندازه په بازار کې پلوري؟‬

‫ځواب‪ :‬په سلو کې ‪ ۵۰‬فیصده‪.‬‬

‫‪۱۰‬سوال‪ :‬د عنعنوي او عصري کرنې ترمنځ دوه مهم توپیرونه ولیکئ؟‬

‫ځواب‪ :‬عنعنوي کرنه‪* :‬یوازې د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي*له دودیزو وسایلو څخه کار‬
‫اخېستل‪ .‬عصري کرنه‪* :‬تولیدات یې په مارکېټ کې لوړ حد ته رسیږي *له عصري وسایلو‬
‫څخه کار اخېستل‪.‬‬

‫‪۱۱‬سوال‪ :‬د افغانستان د مهمو کرنیزو حاصالتو نومونه ولیکئ؟‬

‫ځواب‪ :‬غنم ‪ ،‬وریجې ‪ ،‬جوار او وربشې‪.‬‬

‫‪۱۲‬سوال‪ :‬غنم په زیاته کچه په کوم دول غرض لبلدونو کې وده کوي؟‬

‫ځواب‪ :‬په منځینیو غرض البلدونو کې‪.‬‬

‫‪۱۳‬سوال‪ :‬غنم په ډوله کرل کیږي نومونه یې ولیکئ؟‬

‫ځواب‪ :‬په دوه دوله؛ للمي غنم او آبي غنم‪.‬‬

‫‪۱۴‬سوال‪ :‬غټې وریجې معموال ً د هیواد په کومو والیتونو کې ښه حاصل ورکوي؟‬

‫ځواب‪ :‬په بغالن ‪ ،‬میدان وردګ ‪ ،‬لوګر او تخار کې ‪.‬‬

‫‪۱۵‬سوال‪ :‬د افغانستان د درې ډوله صنعتي بوټو نومونه ولیکئ؟‬

‫ځواب‪ :‬ګني ‪ ،‬جغندر او پنبه‪.‬‬

‫‪۱۶‬سوال‪ :‬وریجې په څو ډوله دي نومونه یې ولیکئ؟‬

‫‪2|Page‬‬
‫ځواب‪ :‬په دوه ډوله دي؛ نرۍ وریجې او غټې وریجې‪.‬‬

‫‪۱۷‬سوال‪ :‬ولې زموږ هیواد په پراخه توګه کرنیز حاصالت نه لري؟‬

‫ځواب‪ :‬ځکه چې زموږ هیواد په زیاته اندازه غرونه لري‪.‬‬

‫‪۱۸‬سوال‪ :‬د کرنې جغرافیایي وېش څه مفهوم لري؟‬

‫ځواب‪ :‬د کرنې جغرافیایي وېش دا څرګندوي چې د هیواد په کومو سیمو کې کوم ډول‬
‫نباتات د کوم ډول اقلیمي شرایطو الندې ښه حاصل ورکوي‪.‬‬

‫‪۱۹‬سوال‪ :‬د افغانستان څومره خلک په کرنه بوخت دي؟‬

‫ځواب‪ :‬په سلو کې ‪ ۸۰‬شاخوا وګړي په کرنه بوخت دي‪.‬‬

‫‪۲۰‬سوال‪ :‬د کوم ډول کورنیو څارویو روزنه او ساتنه زموږ په هیواد کې دود ده؟‬

‫ځواب‪ :‬لکه؛ پسونه ‪ ،‬غواګانې ‪ ،‬وزې ‪ ،‬خره ‪ ،‬اوښان ‪ ،‬آس ‪ ،‬کچرې او کورني چرګان‪.‬‬

‫‪۲۱‬سوال‪ :‬د قره قل پسونه د افغانستان په کومو والیتونو کې ساتل کیږي؟‬

‫ځواب‪ :‬په شمالي والیتونو لکه د بدحشان څخه تر هرات پورې‪.‬‬

‫‪۲۲‬سوال‪ :‬مالداري په څو ډوله ده نومونه یې ولیکئ؟‬

‫ځواب‪ :‬په دوه ډوله؛ عنعوي او عصري مالداري‪.‬‬

‫‪۲۳‬سوال‪ :‬د عنعنوي(دودیزې) مالدارۍ مهمې ستونزې کومې دي ویې لیکئ؟‬

‫ځواب‪ :‬مهمې ستونزې یې دادي؛ وچکالي ‪ ،‬په ژمي کې د سرپناه نه لرل ‪ ،‬د حیواني‬
‫ناروغیو په وړاندې د څارویو نه ساتل ‪ ،‬د وقایې په خاطر د کلینیکونو سره د دوی د‬
‫اړیکو نشتوالی او داسې نورې‪...‬‬

‫‪۲۴‬سوال‪ :‬په افغانستان کې د څارویو عصري روزنه په څوم کال کې پیل شوه؟‬

‫ځواب‪ :‬په «‪ »۱۳۱۲‬هـ ش کال کې‪.‬‬

‫‪3|Page‬‬
‫‪۲۵‬سوال‪ :‬په هیواد کې د څارویو د درملنې په موخه لومړنی کلینیک چېرته او په څوم‬
‫کال کې جوړ شو‪.‬‬

‫ځواب‪ :‬په «‪ »۱۳۱۵‬هـ ش کال د کابل په والیت کې جوړ شو‪.‬‬

‫‪۲۶‬سوال‪ :‬د ذوحیاتین ژوو بېلګې ولیکئ؟‬

‫ځواب‪ :‬څرمښکۍ ‪ ،‬سمسېره ‪ ،‬مار او نور‪...‬‬

‫‪۲۷‬سوال‪ :‬په افغانستان کې د مار څو ډولونه پېژندل شوي دي؟‬

‫ځواب‪ ۲۷ :‬ډولونه‪.‬‬

‫‪۲۸‬سوال‪ :‬په افغانستان کې د تی لرونکو ژوو شمېر ولیکئ؟‬

‫ځواب‪۱۲۰ :‬ډوله‪.‬‬

‫‪۲۹‬سوال‪ :‬پړانګ د هیواد په کوم سیمو کې لیدل شوی دی؟‬

‫ځواب‪ :‬د پامیر په لوړو درو او مرغاب کې لیدل شوی دی‪.‬‬

‫‪۳۰‬سوال‪ :‬په افغانستان کې د الوتونکو څو ډولونه پیژندل شوي دي؟‬

‫ځواب‪ ۳۰۰ :‬ډولونه‪.‬‬

‫‪۳۱‬سوال‪ :‬انرژي تعریف کړئ؟‬

‫ځواب‪ :‬هغه ځواک دی چې په هغې سره په ماشینونو ‪ ،‬صنایعو او صنعتي تولیداتو کې‬
‫خوځښت راځي انرژي بلل کیږي‪.‬‬

‫‪۳۲‬سوال‪ :‬د انرژۍ مهمې سرچینې کومې دي نومونه یې ولیکئ؟‬

‫ځواب‪ :‬د ډبروسکاره ‪ ،‬نفت ‪ ،‬ګاز ‪ ،‬اوبه ‪ ،‬باد ‪ ،‬لمر او نور‪...‬‬

‫‪۳۳‬سوال‪ :‬د ډبرو سکارو استعمال ولیکئ؟‬

‫ځواب‪ :‬یوه برخه یې په صنعت او بله برخه یې د سون توکو په حیث په کاریږي‪.‬‬

‫‪4|Page‬‬
‫‪۳۴‬سوال‪ :‬د انرژۍ سرچینې په څو ډوله دي نومونه یې ولیکئ؟‬

‫ځواب‪ :‬په دوه ډوله دي؛ نوي کیدونکې سرچینې او نه نوي کیدونکي سرچینې‪.‬‬

‫‪۳۵‬سوال‪ :‬نوي کیدونکې سرچینې څه ته ویل کیږي تعریف یې کړئ؟‬

‫ځواب‪ :‬هغو سرچینو ته ویل کیږي چې په طبیعت کې په زیاته اندازه پیدا کیږي‪.‬‬

‫‪۳۶‬سوال‪ :‬نه نوي کیدونکې سرچینې څه ته ویل کیږي تعریف یې کړئ؟‬

‫ځواب‪ :‬هغو سرچینو ته ویل کیږي چې په طبیعت کې په زیاته اندازه نه پیدا کیږي او د‬
‫هغوی زېرمې وروسته له یوې مودې پای ته رسیږي‪.‬‬

‫‪۳۷‬سوال‪ :‬د ډبرو سکارو‪ ،‬نفتو او ګازو سرچینو ته ولې نه نوي کیدونکې سرچینې وایي؟‬

‫ځواب‪ :‬ځکه چې په طبیعت کې په کمه اندازه پیدا کیږي او زېرمې یې وروسته له یوې‬
‫مودې پای مومي‪.‬‬

‫‪۳۸‬سوال‪ :‬د جبل السراج د برېښنا دستګاه په هکله لنډ معلومات ولیکئ؟‬

‫ځواب‪ :‬د سالنګ پر سیند جوړه شوې ده‪ .‬د جوړولو کار یې په ‪ ۱۲۹۴‬کې پیل او په‬
‫‪ ۱۲۹۹‬هـ ش کال کې بشپړ شو‪ .‬درې توربینونه لري چې مجموعي ظرفیت یې ‪۱۵۰۰‬‬
‫کیلو واټه دی‪.‬‬

‫‪۳۹‬سوال‪ :‬د کجکي برېښنا بند په کوم والیت کې جوړ شوی دی؟‬

‫ځواب‪ :‬د هلمند په والیت کې‪.‬‬

‫‪۴۰‬سوال‪ :‬د سروبي د اوبو د برېښنا بند څخه کومې سیمې روښانه کیږي؟‬

‫ځواب‪ :‬یوازې د کابل ښار په روښانه کولو کې ترې ګټه اخېستل کیږي‪.‬‬

‫‪۴۱‬سوال‪ :‬د ازبکستان د برېښنا شبکې د غځونې کار په څوم کال کې پیل شو؟‬

‫ځواب‪ :‬په ‪ ۱۳۸۶‬هـ ش کال کې پیل شو‪.‬‬

‫‪5|Page‬‬
‫‪۴۲‬سوال‪ :‬حرارتي برېښنا له څه شي څخه ترالسه کیږي؟‬

‫ځواب‪ :‬له نفتو ‪ ،‬ګازو او ډبرو سکارو څخه ترالسه کیږي‪.‬‬

‫‪۴۳‬سوال‪ :‬له اوبو برېښنا څخه وروسته په دویمه درجه کې کومه برېښنا خای لري؟‬

‫ځواب‪ :‬حرارتي برېښنا‪.‬‬

‫‪۴۴‬سوال‪ :‬د ډبرو سکارو اهمیت نسبت ولې نفتو او ګازو ته زیات دی؟‬

‫ځواب‪ :‬ځکه چې بیې یې یو څه ارزانه دي‪.‬‬

‫‪۴۵‬سوال‪ :‬نفت د ځمکې په څومره ژورو برخو کې پیدا کیږي؟‬

‫ځواب‪ :‬په ‪ ۱۸۰۰‬مترو کې‪.‬‬

‫‪۴۶‬سوال‪ :‬ګاز د څه شي څخه رامنځته کیږي؟‬

‫ځواب‪ :‬د ژوندیو ژویو له پاتې شونو څخه رامنځته کیږي‪.‬‬

‫‪۴۷‬سوال‪ :‬د نفتو یوازینۍ زېرمه څه نومیږي او چېرته ده؟‬

‫ځواب‪ :‬د انګوت زېرمه ده چې د جوزجان په والیت کې قرار لري‪.‬‬

‫‪۴۸‬سوال‪ :‬هغه لومړنی فلز چې انسانانو وپېژاند نوم یې ولیکئ؟‬

‫ځواب‪ :‬هغه لومړنی فلز چې انسانانو وپېژاند «مس» دی ‪.‬‬

‫‪۴۹‬سوال‪ :‬د حاجي ګک د اوسپنې کان په کوم والیت کې دی او څومره اوسپنه تولیدوي؟‬

‫ځواب‪ :‬د بامیان په والیت کې دی او زېرمه یې ‪ ۱.۸‬میلیارده ټنه ښودل شوې ده‪.‬‬

‫‪ ‬چهارځوابه پوښتنـــــــــې‬

‫‪ ۵۰‬سوال‪ :‬د لوګر د مسو عینک کان سره په څوم کال کې یوې چینایي کمپنۍ قرارداد‬
‫السلیک کړ؟‬

‫الف‪ ۱۲۸۷ :‬ب‪ ۱۱۸۷ :‬ج‪ ۱۳۸۷ :‬د‪ :‬ټول سم دي‬

‫‪6|Page‬‬
‫‪۵۱‬سوال‪ :‬په هیواد کې څومره د مسو کانونه شته؟‬

‫الف‪ ۵ :‬ب‪ ۸ :‬ج‪ ۱۰ :‬د‪۱۲ :‬‬

‫‪۵۲‬سوال‪ :‬په هیواد کې د سرو زرو د مهمو کانونو نومونه ولیکئ؟‬

‫الف‪ :‬بدخشان یفتل ب‪ :‬غزني مقر ج‪ :‬الف او ب سم دي د‪ :‬ټول سم دي‬

‫‪۵۳‬سوال‪ :‬د ګرانیت(‪ )Granite‬ډبرې له څه شي څخه جوړې دي؟‬

‫الف‪ :‬له کانونو ب‪ :‬له مسو ج‪ :‬له منرالونو د‪ :‬ټول غلط‬

‫‪۵۴‬سوال‪ :‬د بزلت ډبرې چېرته شتون لري؟‬

‫ج‪ :‬آتشفشان غرو په لمنو کې د‪ :‬ج سم دی‬ ‫ب‪ :‬غرونو کې‬ ‫الف‪ :‬سیندونو کې‬

‫‪۵۵‬سوال‪ :‬متحوله ډبرې چېرته رامنځته کبږي؟‬

‫د‪ :‬هیڅ یو‬ ‫الف‪ :‬دریابونو کې ب‪ :‬غرونو کې ج‪ :‬جهیلونو کې‬

‫‪ ‬سمې او ناسمې پوښتنــــــې‬

‫‪۵۶‬سوال‪ :‬الماس د نورو ډبرو په پرتله ډېر کلکوالی لري( ص )‬

‫‪۵۷‬سوال‪ :‬په افغانستان کې الماس په زیاته اندازه پیدا کیږي ( غ )‬

‫‪۵۸‬سوال‪ :‬په افغانستان کې الجورد پنځه زره کاله پخوا موندل شوي و( ص )‬

‫‪۵۹‬سوال‪ :‬لعل یوازې په سور ‪ ،‬بنفش ‪ ،‬او تور رنګ سره پیدا کیږي( غ )‬

‫‪۶۰‬سوال‪ :‬یاقوت د سروبي ولسوالۍ د جګدلګ په سیمه کې په سور او ګالبي رنګونو‬


‫سره پیدا کیږي( ص )‬

‫استاد‪ :‬احسان اهلل‬

‫لیکونکی‪ :‬صمـداهلل “دانـــــش”‬

‫‪7|Page‬‬

You might also like