Professional Documents
Culture Documents
Khalil Ur Rehman Khalil
Khalil Ur Rehman Khalil
Khalil Ur Rehman Khalil
5
ش ن ق
ی ہ م الہ رج سٹ ری ن مب ر NMA-0657-04کے تخت شعبہ پاکستانی زبانیں ،فیکلٹی ٓاف سوشل سائنسز،
عالمہ اقبال اوپن یونیورسٹی اسالم ٓاباد میں پی ایچ ڈی کی ڈگری کی جزوی تکمیل کے لئے جمع
کرایا گیا ۔
7
فهرست
مخ عنوانات باب شمېر
پېش لفظ 1
8
اول باب 2
16
ادب او معاشره
د عمرانياتو تعارف 17 ................................................................ )1
د پښتنې معاشرې کړۀ وړۀاو پښتون ولي 50 ................................... )2
د معاشرې په ترجمانۍ کښې د ادب کردار83................................... )3
د شعري ادب اهميت او په معاشرې باندې ددې اثرات88 .................. )4
په شاعرۍکښې دعمراني شعور،ادراک اواهميت اوضرورت93 ....... )5
8
پېش لفظ
" د شلمۍ صدۍ د پښتو د شاعرۍ عمراني مطالعه " ددې مقالې سر خط دے ـ دا مقاله په پنځو
ابوابو باندې مشتمله ده ـ په اولني باب کښې د عمرانياتو تعارف دے او دځنې مشــهور عمــراني پوهــانو
په عمراني نظرياتو او افکارو باندې بحث شوے دے او ورسره لږ ډېر عمــراني اصــطالحات هم ز يـِر
بحث راوستے شوي دي ـ او په دغه باب کښې د پښتنې معاشرې خـد او خـال او پښـتونولۍ بانـدې بحث
شوے دے ،ولے چې پښتونولي د پښتنې معاشـرې نـه يـواځې آئين او دسـتور دے بلکې دې سـره سـره
دغه معاشره پښتونولۍ ســره مظبــوط معاشــرتي تــړون هم لــري ـ پــدې هم بحث شــوے دے چې ادب د
معاشرې په ترجمانۍ کښې څۀ کردار ادا کوي ـ د شعري ادب اهميت څۀ دے او پــدې کښــې د عمــراني
شعور او ادراک اهميت او ضرورت څۀ دے ـ ددې اولني باب په اخره کښې پـه پښـتو شـاعرۍ کښـې د
عمراني افکــارو روايت او ارتقــاء بانــدې بحث شــوې دے ـ چې دا افکــار پښــتو شــاعري کښــې کلــه نــه
راروان دي او څومره ارتقائي عمـل نـه تـېر شـوي دي ـ پـه دويم بـاب کښـې د شـلمې صـدۍ د پښـتنې
معاشرې حاالت څۀ وو او ددې حاال تو په تناظر کښې کــومې معاشــرتي تقاضــې داســې وې چې د هغې
نه سترګې نه شوې پټېډے ـ خدائي خدمتګار تحريک سره وابسته شاعرانو په معاشرتي افکارو باندې
پدې حواله بحث شوے دے چې دغه تحريک سره وابسته شاعرانو د خپل اولس د جــذباتو او احساســاتو
ترجماني ډېره په نره کړې ده ـ ترقي پسند تحريک د شلمې صدۍ ادب باندې ډېر اثر انداز شوے دے ،
لهذا پښتو شعر وادب په حواله د پښتنو شاعرانو د ترقي پسند فکر په رڼا کښــې د خپلــو زمکــني حــاالتو
ترجماني په کوم اندز او فکر سره کړې ده په هغې باندې بحث شوے دے ـ
دريم باب کښې کښې د عمراني افکارو په حقله د پښتو غـزل پـه رڼاکښـې بحث شـوے دے او
دعمراني افکارو پښتو غزل کښې ارتقائي صورِت حال باندې هم بحث شوې دے او پدې حواله د غزل
فني او فکري جاج هم اخستې شوے دے ـ
څلورم باب د آزادۍ نه اول د معاشرتي ژوند او معاشرتي مسائلو د پـاره د پـاره ټـاکلے شـوے
دے ـ چې د آزادۍ نه اول د معاشرتي ژوند او مسـئلو يـوه خاکـه پـه مخـه راشـي ـ او بيـا ددې نـه پس د
شاعرۍ په نوي جهتونو باندې او معاشرتي حقائقو باندې رڼا اچولے شوې ده ـ
پنځم باب د محاکمې په صورت کښې دے ،چې پدې کښې د ټولو بابونو يوه خالصــه پــه جــامع
انداز کښې وړاندې شوې ده او دا کوشش شوے دے چې د ټولې مقالې يو لنډ خو جــامع جــاج واخســتے
شي ـ د هللا تعاٰل ى ډېر ډېر شکر دے چې دا مقاله سر ته اورسېده د ګران کار بې دهللا د فضل او کرم نه
ممکن نه ؤ ـ پدې موقعه زه د ځنو ملګرو شکريې ادا کول الزم ګڼم چې ماسره ئې وخت په وخت علمي
او اخال قي مرسته او ملګرتيا کړې ده ،پروفېسر ســيد عطاهللا شــاه ،اخــتر حيــات قمــر ،پروفېســر
بنارس خان ،ډاکــټر نــور محمــد دانش ،ډاکــټر نــور البصــر امن ـ زه د ګــران ملګــري پروفېســرډاکټر
اسماعيل ګوهر اسالمک انټرنېشنل يونيورسيټي اسالم آباد د ډاډ ګېرنې ،دمرستې او کړاو تشــکر پــه
لفظونو کښې نه شم ادا کولے ،هغو ما سره پدې کــار کښــې ډېــر زړۀ خــوړلے دے ـ د ګــران ملګــري
11
پروفېسر ډاکټر عبدالواجد عالمه اقبال اوپن يونيوسيټي اسـالم آبـاد هم ممنـون يم چې پـه روڼ تنـدي او
خوش اخالقۍ سره د د يونيورسيټۍ سره وابسته معامالت تر سره کړل ـ
په آخره کښې زه د خپل ګران ملګري او نګران پروفېسر ډاکټر عبدهللا جــان عابــد خصوصــي
شکريه ادا کؤم چې د تحقيق په دوران کښې زما مرسته او رهنمائي اوکړه او ډېرې ګټورې مشورې ئې
راکړې ـ د هغو د علمي او عملي مرستې نه بغېر زما کار به ماته ډېر ګران ؤ ـ هللا تعاٰل ى دې دې ټولو
ته جزائې خېر ورکړي ـ (آمين)
د موضوع تعارف
د زمکې په مخ چې هر چرته او هر ځائې کښې کوم انسانان ابـاد دي ،يـو ځـائې اوسـي ،ژونـد
ژواک کوي ،کورونه او ،کلي او ښارونه يو ځائې اباده وي دا هرڅۀ انسان خپل د ځــان د پــاره کــوي ۔
ددې وجه دا ده چې هر انسان د نورو انسانانو سره يــو ځــائې کښــې پــه ژونــد تــېراولو بانــدې فطــري
طـــور ســـره مجبـــور دے ۔ يـــو ځـــائې کښـــې اوســـېدل او يـــو ځـــائې د نوروانســـانانو ســـره پـــاتې
کېدل ،دادهرانسان فطري مجبوري ده ۔ که يو انسان دا اوغواړي هم چې د نورو انســانانو نــه ځــان لــه
بيئله دنيا اباده کړي چې چرته هغه سره په خواکښې بل يوانسان هم نه وي اباداودے هلته ځان له يواځې
پاتې شي ،يقينًا چې هغه به دې عمل ډېــر زر ســتومانه شــي ځکــه چې هــر انســان د بــل انســان مــدد تــه
مختاجه او مجبوره دے۔ د دنيا ټول مفکرينو انسان ته "مــدني الطبــع" وئيلي دي ،يعــني د مــدنيت ژونــد
تېراولو واال ،د نورو انسانانو سره په کور ،کلي او ښار کښې معاشرتي ژوند تېراولوپه وجــه انســان
ته مدني الطبع وئيلے شي ۔
قرآِن کريم نه هم داسې معلومېږي چې دا انسان انفرادي حثيت سره ســره د هغــه عمــراني اومعاشــرتي
حثيت هم دے ۔ لکه چې هللا پاک په قرآن کريم کښې فرمائي چې:
اے خلقو ما تاسو د يو سړي او يوې ښځې نه پېدا کړئ اوبيامې په مختلفــو قومونــو او
قبيلوخاندانونوجوړکړئ چې تاسو يو بل اوپېژنئ ۔
( الحج
رات)13:4 :
12
د يو سړي او يوې ښځې نه يعــني د حضــرت آدم ع او د حضــرت حــوا ع نــه نسـِل انســاني اللــۀ
تعاٰل ى خور کړو او بيا اللۀ تعاٰل ى دغه انساني نســل پــۀ مختلفــو قــبيلو او خانــدانونو کښــې د پېژنــدګلو او
تعارف دا پارۀ تقسيم کړل .مطلب داشو چې انسان په يو وحدت کښــې تــړلے شــوے دے او اللــۀ تعــاٰل ى
هر ګزدا نه خوښوي چې د وحدت دغه پړې څوک اوشـلوي بلکې انسـان تـه ئې ددې وحـدت نـه د سـاز
کړلي شوي اجتماعيت د روغ جــوړ صــحيح ســالم او ټينــګ ســاتلو حکم هم ورکــړے دے ،اللــۀ تعــاٰل ى
فرمائي چې :
(آلعمران)102:3:
قرآنِ پاک نه مونږ ته دا هم معلومېږې چې هللا پاک چې کله هم پېغمبران د انسانانوته د سمې
الرې ښودلو د پاره لېږلي دي ،هغه ئې هم يو قوم ته ،يوامت ته ،يــا يــوې معاشــرې تــه لــېږلي دي هللا
پاک چرته هم په انفرادي توګه چا يو کس ته پېغمبر نه دے لېږلے ،هللا پاک تل قومونو او امتونو تــه
پېغمبران لېږلي دي ،هللا پاک فرمائي چې ـ
(يونس)47:10 :
ګويا ددې مطلب دا شو چې هللا پاک پېغمبران دې دپاره لېږلي دي چې دانسانانو معاشرتي يــا
عمراني ژوند ښه کــړي او د ابــدي ژونــد د پــاره ورتــه صــراِط مســتقيم اوښــائي ۔ د رســوِل کــريم ص د
تعليماتو نه هم داسې څرګندېږي چې اسالم اجتماعيت خوښوي ،د يو حديث مفهوم دے چې کله هم تاسو
درې کسه يو ځائې شئ نو يو خپل امير مقرر کړئ ۔ يا د حضورص دا وېنــا چې پــه جمــاعت بانــدې د هللا
الس وي يعني رحمت او برکت وي ،د اجتماعيت درس دے ۔ د معاشرت ژوند تېراول د انسان فطري
مجبوري او ضرورت دے ځکه خو مونږ ته زمونږ ديِن فطرت د قــرآن او حــديث پــه الره د معاشــرتي
ژوند د تېراولو د پاره هدايت او رهنمائي کوي ،که مونږ پــدې عمــل اوکــړو بيــا بــه زمــونږ معاشــرتي
ژوند سره سره زمونږ د آخرت الرې هم سمې شي ۔
قرآن کريم او احاديثو ددې هدايت په رڼا کښې د معاشرتي ژوند په حقله مسلمان مفکرينــو ډېــر
لوے کار کړے دے او د معاشرتي ژوند د پـاره ئي د قــرآن او حـديث نـه د اصــولو او قــانونو اسـطنباط
کړے دے ـ
ابِن خلدون نه پس په عمراني افکارو باندې مغربي مفکرينو لکــه تهــام هــابس ( Thomas Hobbes
1588ء ـ 1679ء) ،جان الک 1632( John Lockeء ـ 1704ء) ،ژان ژاک روسوZan Zak Ruso
(1712ء ـ 1778ء) ،اګســت کــومټ 1798( Auguste Comteء ـ 1857ء) کــارل مــارکس Karl
1820( Herbertء ـ 1903ء)،ايمايــل درخــائم 1818( Marxء ـ 1883ء)،سپنســر Spencer
1858(Eimle Durkheimءـ ،)1917مېکس وېــبر 1864( Max weberءـ 1920ء)او داســې
نورو خپل عمراني افکار او نظريات دنيا ته وړاندې کړل ۔
عمراني مطالعه د معاشرتي ژونـد د هغـه حقيقتونـو مطالعـه ده چې نېـغ پـه نېغـه ئې تعلـق د
معاشــرتي ډلــو د ژونــد ســره دے ۔ د معاشــرې ســره د تړلــو حقيقتونــو پوهــه ،ادراک اوتجــزئې نــه
بغېرديوې معاشرې مسئلے،تکليفونــه،مصــائب کمېــدې شــي اونــه اجتمــاعي تــرقي،خوشــحالي اودامن
اوسکون الرې ګودرې سمېدے شي ۔
د يو قوم او يوې معاشرې د ژوند د مختلفو شعبو مطالعه په مختلفو طرېقو کېدے شي ۔ تخليقي
ادب همېشه د معاشرتي ژوند د مسئلو اظهار په ادبي انداز کښې کړے دے او په تخليقي ادب کښې بيــا
په خصوصي توګه شاعري خو د اظهار دپاره يــوه ډېــره مــوثره ذريعــه ده چې د نــورو فنــوِن لطيفـه پــه
مقابله کښې افکار او خياالت په زيات شدت ،صراحت ،فصــاحت او بالغت ســره پــه زړه راښــکونکي
انداز کښې وړاندې کوي ۔
هر شاعر معاشرتي ژوند او د معاشرتي ژوند خواږو او ترخو حقيقتونو ته پــه يــو خــاص نظــر
سره ګوري او ددې تخليقي اظهار هم کوي ۔ يو شاعر نه يواځې د ماضي او د حال د حاالتو او واقعــاتو
اظهار په خپله شاعرۍ کښې کوي بلکې ورسره ورسره د مســتقبل چې کــوم امکــاني حــاالت دي د هغې
هم صورت ګري کوي ۔ شاعر تل د خپلې خاورې او د دغه خاورې سره د تړلي شوي ژونــد نــه خپــل د
فکرمواد راټولوي ۔ دپښتوشــاعري د فکــر او فن د نــورو خصوصــياتو ســره ســره د عمــراني شــعور او
ادراک په حواله په هره زمانه کښې د ژوند د حقيقتونو سره ربــط اوضــبط لــرلے دے او بياخصوصـًا د
شـلمې صــدۍ پښـتو شـاعري سياسـي،معاشـي،تعليمي،عمـراني اودثقـافتي حقيقتونوهېنـداره ده ۔ پښـتنو
شاعرانو نه يواځې خپلې شاعرۍ کښې لطيف انساني جذبات او احساسات د اظهار د وســېلې پــه طــور
خپل کړي دي،بلکې غربت،جهالت،بيمارۍ،بې روزګاري،طبقــاتي نظــام ،فرســوده روايــات،او بيــا ددې
هر څۀ په نتيجه کښې چې زمونږ معاشره څومره پسمانده پاتې شوې ده ،د هغې اظهار پښتنو شــاعرانو
په خپلو تخليقاتو کښې ښه پوره پوره کړے دے او د معاشرې د حقيقي ترجمانۍ حق ئي ادا کړے دے ۔
پدې مقاله کښې د شلمې صدۍ په پښتو شاعرۍ کښې د معاشرتي حقيقتونو مطالعــه کــولے شــي
چې د پښتنې معاشرې د تعمير په حواله په شمله صدۍ کښې د پښتو د شعر د تخليقي شعور برخه جوړه
شوې ده ۔ د پښتو د شاعرۍ د معاشرتي افکارو مطالعه پدې حواله هم ضروري ده چې پښتنو شــاعرانو
هغه عوامل چې د معاشرتي ترقۍ په الره کښې خنډان جوړه وي د هغې په حقله ئي دخپل شاعرانه فهم
او ادراک په ذريعه داسې الرې چارې هم ښودلې دي چې د يوې صحت مندې معاشــرې او تــرقي يافتــه
معاشرې د پاره ضروري دي ،که چرې زمونږ معاشره په دغه الره تګ اوکــړي بيــا بــه يقين ـًًا د دنيــا د
14
نورو ترقي يافته معاشرو په صف کښې اودريږي ۔ يقينًا چې هم دغه د يوي معاشرې ،يو قـوم ملـک او
ملت عمراني مطالعه ده ۔
انجمن ترقي پسند مصنفين سره وابسـته شـاعرانو هم د خپـل د غوښـتنو سـره سـم د ادب تخليـق
کولو کار ته مال اوتړله ۔ د انجمن ترقي پسند تحريــک خــو منشــور هم دا ؤو چې ادب دې ژونــد د پــاره
تخليق کړلے شي ۔ خپل د اولس ،خپلې خاورې د خپلې معاشرې مسائل او حاالت دې په شعري پېرايه
کښې اوپيئلے شي او ادب دې يواځې د مينې محبت قصوته محدود نه کړې شي ۔ په کــال 1951ء کښــې
اولسي ادبي جرګه جوړه شوه چې د پښتو د شاعرانو،اديبانو په تحقيقي اوتنقيدي شعور ئي روښانه کــړو
۔ داسې نــور لــوے واړۀ ادبي تحريکونــه او ادبي جــرګې او مــرکې هم وې چې پښــتو ادب تــه ئي تــرقي
ورکولو کښې خپل کردار ادا کړو ۔
دې ټولو تحريکونو ،ادبي جرګواوټولنو سره وابســته شــاعران لکــه فضــل محمــود مخفي ،غــني
خان سېد رسول رسا ،فضل حق شيدا ،دوست محمـد خـان کامـل ،امـيرحمزه خـان شـينواري،اشـرف
مفتــون ،اجمــل خټــک ،عبــدالرحيم مجــذوب ،قلنــدر مومنــد ،پرېشــان خټــک ،ســليم راز ،هاشــم بــابر،
ربنوازمائل ،سعيد ګوهر،رحمت شاه سائل او داسې نور هغه نمائنده شاعران دي چې ددوئي په شاعرۍ
کښې سماجي،معاشرتي شعور او ادراک څرګند دے ۔ فضل محمود مخفي خود انحصارۍ د پاره د نوې
ټکنالوجۍ حاصلولود خواهش اظهار اوکړو ۔ غني خان د قوم او ملک دترقۍ دپاره ازادي اولنے شــرط
ګڼلو ۔ سېف الرحمان سليم په خپلې شاعرۍ کښې د قوم او ملک د مسئلو تذکرې کولے ۔ اجمل خټک ،
عبدالرحيم مجذوب،قلندر مومنداو سليم راز او داسې نور ډېــر هغــه شــاعران دي چې پــه خپلې شــاعرۍ
کښې انقالبي افکار او نظريات وړانـدې کـړل او د پس مانـده طبقـو اوازتـه ئي پـه خپلې شـاعرۍ کښـې
ځائې ورکړو ۔ که رحمت شاه سائل د خپلې خاورې او خپل اولس د درد تصويرونه په لمبو ســازول بــل
15
اړخ تــه نــورو ډېــرو شــاعرانو د غــزل او نظم پــه لطيفــه او رنګينــه جامــه کښــې د معاشــرې د حــاالتو
تصويرونو ته د الفاظو جامې ورکړې ۔
د شلمې صدۍ د پښتو د شاعرۍ په معاشــرتي اړخ تــر اوســه څــۀ تحقيقي کــار پــه مخــه نــه دے
راغلے خو د مختلفو شاعرانو په فکر او فن بانــدې چــاپ شــوي کتــابونو ،مجلــو او رســالو کښــې داســې
مضمونونه شته چې دادې شاعرانوعمراني اومعاشرتي افکـار پکښـې موجـود دي ،او خپلـه دې کښـې د
ډېرو شاعرانوشعري مجموعې هم موجود دي چې عمراني فکر پکښې موجود دے او د ځنــو شــاعرانو
شعري مجموعې نشته نو د هغو اشعار په مختلفو کتابونو ،رسالو او مجلو کښــې مونــدې کــېږي ۔ دغــه
ټول کتابونه رسالې او مجلې به ددې مقالې د پاره د بنيادي مآخذاتو په توګه اخستے شي ۔
اول باب
ادب او معاشره
د عمرانياتو تعارف
د پښتنې معاشرې کړۀ وړۀ او پښتونولي
د معاشرې په ترجمانۍ کښې د ادب کردار
د شعري ادب اهميت او په معاشرې باندې ددې اثرات
په شاعرۍ کښې د عمراني شعور او ادراک اهميت او ضرورت
پښتو شاعرۍ کښې د عمراني افکارو روايت او ارتقاء
حوالې
16
د عمرانياتو تعارف
عمرانيات د نورو سماجي علومو ( )Social sciencesپه شان يو ســماجي علم دے ۔ دا علم د
انسان د پوره سماجي ژوندنه محيط دے ۔ ددې خبرې نه انکار نه شــي کېــدے چي نــور ســماجي علــوم
لکه سياسيات او معاشيات نفسيات ،بشريات وغېره هم داسې سماجي علوم دي چې د انســان د ســماجي
ژوند سره تعلق لري خو پدې علومو کښې دا انسان د ژوند يواځې د سياسي او معاشي ژوند ســره تعلــق
لري او يوازې دسماجي ژوند د دغه متعلقه اړخ سره په علومــو کښــې کــار لــرلے شــي ۔ عمرانيــات يــو
داســــــــې ســــــــماجي علم دے چې د انســــــــان د د ژونــــــــد د هــــــــر اړخ لکــــــــه معاشــــــــي،
سياسي،تعليمي،مذهبي،تهذبي ،ثقافتي،تفريحي،خانداني قبائلي لنډه دا چې د هــر اړخ او هــرې ډډې ســره
تعلق لري او ددې ټولو اړخونو پــه مجمــوعي توګــه جــاج اخلي ۔ پــدې وجــه دې علم يعــني عمرانياتوتــه
دنوروسماجي علومو ( )Social sciencesمورهم وئيلے شي ۔ مطلب دا شــو چې نــور ټــول ســماجي
علوم د عمرانيــاتو د خېــټې نــه پېــدا دي ۔ دابــه کتــل غـواړي چې ددې علم پوهــان ددې علم تشــريح او
توضيح څنګه کوي او د يوي علمي نظرئې په طور ورته په کوم نظر ګــوري ۔ اول مــونږ پــه لغــوي او
اصطالحي معنو باندې بحث کوؤ چې عمرانياتو د لفظ وضاحت اوشي ـ
فرهنګ اصطالحاِت جامعه عثمانيه د” سوشيالوجي “ د لفظ معٰن ى عمرانيات او اجتماعيت ښودلے ده ۔
ٰٰن
( )2فرهنِګ تلفظ د لفظ عمراني لغوي مع ی داسې ليکي ـ
ن ن ن ت ش ن
ن ج ع
ی۔ عمرا ی ات ا سان کی مد ی ز دگی کے“عمرا ی۔ معا رے سے م لق ،سما ئ
مظ اہ روکوا ف ت ق ئ ت
ج ش ع تق
ئ ت
()3
اری خ و ار اء اور م ل تہ مسا ل سو ی الو ی ،سماجن ی ات۔”
تق ن ن ن ش ن ت
رج مه :ئ۔ " عمرا ي د معا رې سره م علق،سماج ي،عمرا يات د ا سان د مد ي ژو دمظ اهر،کوا ف ،اريخ،ار اءاودې سره
دت ړلومس لوم طالعه،سوش يالوج ي ،سماج يات ۔"
17
ف ف
مولوي ېروزالدين د ل ظ”عمران“ معٰنىڅۀ داسې ليکي ۔
ت ن ن ت ئٹ ش ت ن
لع م لع م
"عمرا ی۔معا ر ی،سوسا ی سے ق ۔ ا سا و ں کی آب ادی سے ق۔
عمران ی ات۔
ش ن ن
()4 ع س ہ ع
ا سا ی معا رت کا لم لوگوں کے ر ن ہن کے اصولوں کا لم۔
ترجمه:۔ ”عمراني ۔ د معاشرېِ سوسائټۍ سره متعلق ۔ د انسانانو د آبــادۍ ســره متعلــق ۔ عمرانيــات ۔ د
انســاني معاشــرې علم ۔ د خلقــو د پــاتې کېــدو او اســتوګنے د اصــولو علم ۔ د انګريــزۍ ژبې لغت (
)Chambers Dictionaryد سوشيالوجي د ټکي په حقله داسې ليکي :
د عمرانيات د لفظ او اصطالح دنور واضح کولو د پاره ددې لفظ لږ نور تفصيل ګورو ۔
ش ن
ے۔ سو ی الوج ی ہ ’’ عمرانیات )سوشیالوجی(Sociologyالطی ی زب ان کامرکب
ن خ ن ف ش ش
ے جس کے مع ی سے ا ذ ک ی ا گ ی ا ہ آدھا حصہ سو ی ا ()sociaالطی ی ل ظ سو ی الوج نی
کا ت
ف ن ش
سا ھی ی ا معا رہ کے ہ ی ں ۔دوسرا آدھا حصہ یو ا ی ل ظ لوگس) ( logusسے لیا
()6
گیا ہے جس کے معنی سائنس یا علم اور گفتگوکے ہیں ۔،،
ترجمه:عمرانيات ،سوشيالوجي()Sociologyد الطېني او يــو نــاني ژبې مــرکب دے ۔ د سوشــيالوجي
نيمه برخه سوشيا( )Socialد الطيني لفظ سو شــياس نــه اغســتے شــوے دے چې معٰن ى ئي ملګــرے يــا
ټولنه ده ۔ بله نيمه برخه د يو ناني لفظ ()Logusنه اغستے شـوے دے چې معٰن ى ئي سـائنس يـا علم او
خبرې اترې دي ۔ “
ډاکټرسيد علي اختر په عمرانياتوباندې اسالمي نقطه نظر سره ډېر لــوے کــارکړے
دے ،په خپل کتاب "قرآني عمرانيات" کښې د عمرانياتو د لفظ مطلب او مفهوم څۀ داسې ښودلے دے :
ت ئٹ ع ش ن
ے۔ ج ہ ا ا کہا ی ے جس کو عام زب ان می ں سوسا’’ نعمرا ی ات ل فمعا رےم کا لم نہ
مران
۔۔۔اور۔۔۔’’ی تات‘‘ ع ت ے’’عمران‘َ‘ سے ل کر ب ا ہت عمرا ی ات دو ن ظ و
ع ک مل ج ل کر رہ
ے اس عمالب ک ی ا ج ا ا ت کے لی
طور پر ’’ی عات‘‘ جلم ش
ن
اور عام
ئ ےہی ں ہن ے کو
ے و معا رے سے حث کر ا کے مع ی ی ہ ہ وے کہ عمرا ی ات لم ہ ے ۔ اس ہ
()7
ے ۔ ‘‘
ہ
18
ترجمــه :عمرانيــات د معاشــرې علم دے چې پــه عامــه ژبــه کښــې ورتــه سوســائټي وئيلے کــېږي ۔
عمرانيات د دوه لفظونو نه جوړ شوے دے ”عمران“ ۔ ۔ ۔ او۔ ۔ ۔ ”يات“ عمـران يـو ځـائې پـاتې کېـدو
وائي او په عام طور سره”يات“علم د پاره استعمالولے شي ۔ ددې مطلب دا شو چې عمرانيات هغه علم
دے چې د معاشرې په حقله بحث کوي ۔
ددې ټولو اقتباساتو نه مونږ دا نتيجه اخـذ کـولے شـو چې عمرانيـات يـو داسـې علم
دے چې د انساني معاشرې د انساني آبادۍ او د انسانانو د خوي بوئي ،دا انسانانو د يو بل سره د ناستې
پاستې ،او دا انسان سره د تړلو ادارو په علمي او سائنسي انداز کښې مطالعه کوی چې دغـه ټــول ذکــر
شوي څيزونه جوړېږي يا ورانېږي څنګه يا ددې د جوړېدو او ورانېـدو اسـباب څـۀ وي ۔ ولے پکـار
ده چې دلته مونږ د ”عمرانيات“ اصطالحي مطلب او مفهـوم بانـدې هم ځـان پوهـه کـړو ۔ دې مقصـد د
پــاره بــه مــونږ د عمرانيــاتو د عالمــانو او پوهــانو د د ليکلي شــوي مــواد نــه ځــان پوهــه کــړو چې د
سوشيالوجي يا عمرانيات پوهان دې تــه پــه کــوم نظــر ګــوري او ددې اصــطالحي مطلب او مفهــوم څــۀ
بيانوي ۔ دې د پاره به مونږ د ځنو پوهانو نه استفاده وکړو چې خبره ښه واضحه شي ۔ اعجــاز صــديقي
ليکي چې:
ترجمه”:عمرانيات د انسان د يو بل سره د رشتو ،د انسان د معاشرتي ژوند باندې اغيز غورځونکي
دود دستورونه،ټو لنيز ې رابطې ،ټو لنيز کړۀ وړۀ او ددې جوړښت اوتشــکيل پــه شــان موضــوعاتو
باندې تر خپله وسه په معروضي ډول بحث کوي ۔“
دې نه داسې معلومېږي چې انساني ټولنه يا معاشره چې پــه څــۀ اډاڼــه لــري
عمرانيات د هغو ټولو څيزونو د پوهې علم دے کۀ هغه دود دستور دے که کړۀ وړۀ دي ۔ کــه کلتــور او
تهذيب دے او که د معاشرې سره تړلے ادارې دي دغه هر څۀ د عمرانيات سره تعلــق لــري ۔ امريکانــا
انسائيکلو پيډيا د سوشيالوجي مطلب څۀ داسې بيانوي :
ترجمه”:د سوشيا لوجي پـه حقلـه وئيلےشـي چې د د انسـاني معاشـرې د معاشـرتي طرِز عمـل سائنسـي
مطالعه ده ،يــا د انســاني معاشــرې مطالعــه ده ،دې نــه عالوه د نــوې سوشــيالوجي تعريــف ،اصــولو
(نظريه)کښې د ډېرو اختالفاتو ،څرګندونه شوې ده ۔ ځکه چې دعمرانياتو د پوهـانو پـه مينځ کښـې هيڅ
اتفاق نشته چې دا د معاشــرې ســائنس دے يــا عمــراني تعلــق(سوشــل تعلــق) يــا د ادارود مطــالعې نــوم
دے ۔“
چې کله هم د يوې علمي اصطالح د بيانولو د پاره د هغې عالمان د دغــه اصــطالح
تشريح کوي نو ارومرو د دوئي تر مينځه څۀ نه څۀ اختالف راځي ۔ دا ځکــه چې هــره علمي اصــطالح
هر يو خپل د علمي تجربےاو مطالعې په رڼا کښې کوي ۔ خــو د پوهــانو د دغـه اختالفــاتو بــاوجود هم د
دوئي د تشريحاتو نه د هغې علم يو داسې تعريف يا پېژندګلو په مخه راشي چې يو طالب علم پــه هغې
پوهه شي او د هغه په ذهن کښې دغه نظريه ،اصول،علمي اصطالح تر ډېره حده واضحه شــي ۔ اردو
دائره معارِف اسالميه د لفِظ عمرانيات د پو هولو د پاره د اسالمي تاريخ نه ددې علمي اصطالح تشريح
کوي او د لفظ بدو يا بداوه او حضر يا حضاره د عربي اصطالحات نه ئي ددې بنياد راپورته کړے دے
:
ئن
کوم چ ې پنه کو ر ر ، و ل ات و ج و او رات
ث
ا
غ
ا دا . د نا و س ودسا رو سوش يالو ي د ان سان:ت رج مه
ن ب نت ن نن تف ش ت ت ق تج
سرهت پنه ت فرب ط او اعثل کښې د ا سا ا و او ټول و ر مين ځه را پورت ه ک نېږي ـ دا درثس تمو و رواج و و
ي ه څې ي ټ ه ه ه ه ګه څ ه ي ّي ي
ق غ ل ب و د او ک و معا ر ي عل ا
غ ئ ج وړښت د هغ هنادارو کوم
ي ښې
ادارو د ا را و م طالعه ع
ې چ ې د ه و و و و اث ل مت ا ر کوشي يو ځا ې کو ني او کمزورې تنکو ني او د هشه ټول نو او خ کوي کومې ې د ا سان د روئ
ې و کړۀ وړۀ مت ا ره کويـ قسو يالوج ي(عمرا يات) د ا سسا ي قمعائ رې ب يادي صلت سرههم ق ف ق چ
آ ا ي ديـ او د هغ هټولو طري و م طالعههم کوي کومې چ ې لسل ا م سات ي او ب دلون پ ېدا کويـ، ت ړلې ده کوم چ ې م امي
دعمرانياتو د تعريف او توضيح دا سلسله به مونږ دلته د معروفو عمراني پوهــانو
: او داسې به د عمرانياتو د علم په حقله نور هم ښه وضاحت اوشي، لنډو تعريفونو سره را غونډه کړو
عمرانياتوتـه د سـماجي مظـاهرو، "اِګسټ کـامټ چې د عمرانيـاتو بنيـاد ايخـودونکے پالر دے:ترجمه
سائنس وائي چې فطري او غېر فطري او غېر متغيره قانونو سره مشروط دے او چې د کومو ايجــاد
"د تحقيق مقصد ؤ ـ
" "هري ايم جونس رائې ده چې سوشيالوجي هغه سائنس دے چې د سماجي ډلو سره ربط او تعلق لري
"سمال د عمرانياتو وضاحت داسې کوي چې عمرانيات د هغه تعلقــاتو مطالعــه ده چې يــو بنــده د نــورو
"بنديانو سره لري ـ
"فرنکلن هنري ګډنز د عمرانياتو تعريف پدې جوړ کوي "د سماجي مظهر سائنس ـ
د ډېرو تعريفونو نه د مورس ګنبرګ تعريف زيات مطمئن او د پوهېدو دے ـ هغه د عمرانياتو تعريــف
داسې کوي ـ" په فراخه نقطه نظر سره د انسانانو د تفاعل ،د دوئي د يو بل سره تعلــق ،د دوئي حــاالت
ن
او د نتيجو د مطالعې نوم عمرانيات دے ـ"
ف
عمران ي ا کار او ظ ريات
پخېفدا و قچ ې د ما وق ال طرت څيزو و دي چ ې د پ ېريا و دېوا فو يا دج ادو پ ه ذريعه ممکن کېدې ش ي ـ او اوس هم د ددن يا پ ه
ن
م ت ل و عال و کښې د کائ ن ات پ ه حواله داسې ا داز کښې سوچ ،کر وج ودلريـ
ف خ ت ن ن ف غ ف
ن س
د ه ما وق ا طرت عغ اصرو ب ا دې دا ا سان ت لي ب يا هم ه کېده او پ ل د کر او سوچ پ ه سب ب ن ل
ش
ورت ه کامياب ۍ هم حاصلې وې او چ رت ه له هم ه سې پ ه حېرت او اس عج اب کښې پروت ؤـ هللا تعاٰل ى خپله انسان له
هم عقل سوچ او د فکر او تدبر ماده ورکړے ده ـ خو دې سره ئې پرې دا فضل او کــرم هم اوکــړو چې
خپل پېغام ئې ورته د خپلو نبيانوع په ذريعه ولېږولو چې د انســان د دنيــا او آخــر الرې چــارې ســمې
شي ـ مذهب د انسانانو رهمنائي اوکړه او داسې د انسان د ژوند نه د جهــالت او کم علمۍ تيــارې لــرې
شوے ـ د مذهب په ذريعه دغه انسانو ته د ډېرو څيزونو تشريح،توضيح او ســپين والے اوشــو ـ مــذهب
انسانو ته دکائنات په حقله د غور ،فکر او تدبر دعوت هم ورکړو ـ او داسې رو رو د عقـل او فکـر پـه
لحاظ مخ په وړاندې ئې خپل سفر شروع کړو ـ د حقائقو او تجربو په ذريعه ئې سائنسي انداِز فکر خپــل
کړو او داسې ورته د جهالت او کم علمۍ تېارې روښانه کېدل شروع شول ـ
دلته به ددې خبرې وضاحت کول بې ځايه نۀ وي چې د ذکر شوي فلسفيانو نــو اول
هم عمراني شعور او ادراک د ګڼو فلسفيانو په افکارو کښې وجود لري خو لکــه چې ذکــر اوشــو زيــات
شهرت او مقبوليت پدې حواله افالطون ته حاصل دے ـ دې نــه داســې معلومــه شــوه چې د عمرانيــاتو د
ودې اولنۍ مرحله د قبِل مسيح نه شروع کــېږي او پــدې مرحلــه کښــې افالطــون ( )348-428د خپــل
رياست معاشره په دريــو طريقــو تقســيموي ـ غالمــان ،فلســفيان ،او جنــګ جــو او دې ســره ســره د يــو
()14
رياست په مختلفو مرحلو او نظام باندې هم بحث کوي ـ
د انسان په سماجي پوهې او شعور باندې د خپلو خياالتو څرګندونه کوي ـ ارسطو
معاشره يــو منظم او منضــبط رياســت بــولي ـ د افالطــون او ارســطو نــه عالوه نــورو پوهــانو هم خپــل
عمراني افکار په څۀ نه څۀ رنګ کښې وړاندې کړي دي ـ دغه دور د عمرانياتو په حواله د تخم شيندلو
دور ؤ ـ پدې دور کښې د عمرانياتو د علم په حواله څه په باقاعده ډول کار نه دے شوے ولے بيــا هم د
عمرانياتو په حقله دغه ابتدائي بحثونه د قدر وړ دي ـ
د عمرانياتو د علم دتاريخي ارتقاء مطالعه کونکي د افالطون او ارسطو د معاشــرتي او
سياسي تصواراتو نه پس د روميانو معاشرتي نقطه نظــر نشــاِة ثانيــه او د اصــالح د تحريــک د ســماجي
مصــلحتونو خيــاالت او ددې نــه پس پــه ولســمې او اتلســمې صــدۍ کښــې تهــامس هــوبزThomas
) Hobbes(1679 -1588جان الک 1632( John lockـ )1704مونټسکو( Montesquieu
1689ـ )1755روســـو 1724(Rousseauـ )1804امـــانيول کـــانټ 1724(Immanuel Kantـ
24
)1804ـ تهامس هــوبز ،ددې ټولــو فلســفيانو پــه افکــاو کښــې چې کــوم سياســي ،معاشــرتي او ســماجي
()15
تصوارات موجود دي هغه د عمرانياتو د تاريخ اولنۍ مرحله ګڼي ـ
د عمرانياتو د علم ابتدا په حقلــه عمــراني پوهانــد فرينــک ويلســن بلېــک مــار(Frank
) Wilson Black marوا ئي چې ډېرو مصنفينو مذهبي ،سياسي ،معاشي .اخالقي يا نفسياتي بحثونو
په وخت د معاشرې په حقله چې دکومو جزوي خياالتو څرګندونــه کــړې ده ،پــدې کښــې چې پــه کومــو
خياالتو کښې علمي معلومات ()Dataلرله هم ددې نه دعمرانياتو په تــدوين کښــې مــدد تــر الســه شــوے
دے ـ داسې مصنيفينو ته عمـراني پوهـانو پېش رو وئيلے کېـدې شـي ځکـه چې ددې ليکوالـو طبـع د
()16
معاشرې د علمي مطالعې په طرف وه ـ
د مغــربي پوهــانو د وېنــا مطــابق د يــوې علمي څــانګې پــه طــور د عمرانيــاتو بنيــاد
ايخودونکے فرانسوي پوهاند اِګست کامټ 1798( Auguste Comteـ )1857دے چې د عمرانياتو
د پالر په نوم ياده ولے شي ـ پدې کښې هېڅ شک نشته چې د پورته ذکــر شــوي پوهــانو کــار او زيــا د
قدر وړ دے او بياپه خصوصي توګه اِګست کامټ چې په کوم انداز د عمرانياتو ته يــو جــدا علمي نظــام
ورکړے دے او ددې علم چې کوم اصول او قوانين مرتب او مدون کړي دي د هغې نه انکــار نــه شــي
کېدے ـ دلته به بې ځايه نه وي چې مونږ د هغه مسلمان مفکرينو ذکر اوکــړو کومــو چې د عمرانيــاتو
په حواله خپل افکار وړاندې کړلي دي ـ پدې مسلمان مفکرينوکښې زيات څرګند او د ذکر وړ نومونه دا
دي ـ عمر ابِن ربيعــه 664( ،ــ )712الکنــدي ( 801ـ )873ابــو نصــرالفارابي( 870ـ )950المــاؤردي(
972ـ )1058ابِن ســـينا( 980ـ )1037امـــام غـــزالي ( 1058ـ )1111ابِن رشـــد( 1126ـ )1198ابِن
خلدون ( 1332ـ )1406شــاه ولى هللا( 1730ـ )1762او داســې نــور مســلمانان پوهــانو خپــل عمــراني
افکار وړاندې کړل ـ پدې کښې ابِن خلدون خو د عمرانياتو د علم موســئس او د عمرانيــاتو د اصــطالح
()17
وضع کونکے دے ـ
خو تر ډېره وخته مغربي پوهانو د عمرانياتو د باني په حواله د ابِن خلدون ذکر نه کولــو
او ددې علم دستار ئي اِګ ست کامټ ته په سر کړے ؤ ـ خو اوس ځنې مغربي پوهان ددې خبرې څرګند
اظهار کــوي چې ابِن خلــدون د اِګســت کــامټ نــه پــه ســونو کالــه وړانــدې د عمرانيــاتو پــه علمي توګــه
بنيادايښودے ؤ او خپل عمراني افکار ئي د "مقدمه ابِن خلدون" په صورت کښې دنيا ته وړانــدې کــړي
وو ـ لکه څنګه چې وړاندې ذکــر اوشــو چې د ابِن خلــدون نــه اول هم مســلمانانو کښــې ددې علم فکــري
بنياد وجود لرلو او د اِګ ست کامټ نه ړومبے هم مغربي دنيا کښې عمراني فکر وجود لرلو ـ ابِن خلدون
د خپلو متقديمينو عمراني خياالت او افکار را جمع کړل او د يو سائنسي علم په صــورت کښــې ورتــه د
"علم العمران" نوم ورکړو ـ د مصر مشهور عالم محمد لطفي جمعــه ( 1886ـ )1953د ابِن خلــدون د
عمرانياتو په حواله ليکي چې په عمرانياتو باندې ابِن خلــدون پــه ســؤنو کالــه وړانــدې علمي بحث روان
کړے ؤ چې اوس ورته دنيا سوشيالوجي( )Sociologyنوم ورکړو محمد لطفي جمعه ليکي ـ
ت ت ن
ے ج و ب نداوت و ٖحض ارت کی طب ی ع وں کے م علق
ھی پ یش ک ی ا ہ ی زتان م ب احث کو ب ن
سب،ملک ت،ری است ،ح قعصب ی ت سب ،ن پ ی دا ہ وے ہ ی ں اور تان دو وں تکے درم ی ان
ب
ے ۔ ی ہ حث ظ اِم اج ماعی کے عام واعد کی اور س ی است کے اع ب ار سے ام ی از ک ی ا ہ
25
ترجمه":او اول ئي هغه مباحث وړاندې کــړل ،کــوم چې بــداوت او حضــارت د طــبيعتونو متعلــق پېــدا
کېږي ـ او ددې تر مينځه ئې د نسب ،عصبيت ،رياست حسب ،ملک او سياست په اعتبار ســره امتيــاز
کړے دے ـ د بحث د اجتماعي نظام د هاغه عامو قاعدو د جنس نه دے ،چې د کومو ظهــور پــه يــورپ
کښې په نولسمه صدۍ کښې اوشو او چې کوم زمونږ معاصر ينود سوشيالوجي سره تعبير کووـ"
ابن خلدون د مسلمانانو د معاشرې مطالعه اوکــړه خــو دغــه مطالعــه ئي پــه روايــتي
انــداز اونــه کــړه بلکې دې د پــاره تجربــاتي طريقــه کــا ( )Analytical Methodچې خــاص سائنســي
طريقه ده اود استقرائي طريقې ( )Inductive Methodاصول پکښې استعمال کړل ـ جديد عمرانياتو
کښې دغه تجزياتي طريقه د ټولو نه غوره ګڼلے شي ـ ابن خلــدون دغــه تجزيــاتي طريقــه (Inductive
)Methodد ټولو عمراني مفکرينو نه اول استعمال کړه او دا ئي اوښودله چې د هرې واقعې ســبب او
مسبب ( )Cause and Affectوجود لــري ـ دغــه اصــول او طريقــه کــار نن د عمرانيــاتو ســره ســره
سائنسي علوم هم پکار روالي ـ دې نه دا ثابتېږي چې ابن خلدون خپــل عمــراني نظريــات پــه سائنســي
انداز او فکر سره وړاندې کړل ـ ابن خلدون د سماجي استحکام د پاره نظريه "العصبية" وړاندې کــړه ـ
"العصبية" د عصبيت په موجوده مروجه معنو کښې نه بلکې د سماجي استحکام د پاره پــه مثبتــو معنــو
کښې مستعمل ده ـ جديد عمراني پوهان ددې اصطالح يعني "العصبية" ترجمــه "Social Solidarity
، Group Spritيا Tribal Partisanshipپه معنو کښې کوي ـ ابن خلدون د سماجي استحکام د پاره
وحدت يعني "العصبية" او مــذهب ضــروري ګــڼي د عصــبية ( )Social Solidarityقــوت چې کومــو
قومونو او قبيلو کښې کمزورے شي هغو له خپل وجود برقرار ساتل ګران شــي ـ او پــه داســې معاشــره
کښې د سماجي بدلون آثار پېدا شي ـ ابن خلدون دا حقيقت واضح کــوي چې بــدلون د انســاني معاشــرې
خاصه ده ـ دا بدلون يا تغير چې هر قسم وي او ددې رفتار چې هر څنګه وي او په هر مخ چې وي خـو
تغير به پکښې راځي ـ
ابن خلدون د تاريخ د فلسفې په تناظر کښـې دا بحث کـوي چې يـوه معاشـره څنګـه جـوړېږي ،
ددې اسباب څۀ وي او بيا څنګه دا معاشره رو رو د رياست صورت اختيار کړي ـ ابن خلدون ددې دوه
عوامل ښودلي دي اول دا چې يو ځائې کښې نورو انسانانو سره اوسېدل د يو انســان فطــري مجبــوري
او دويم عامل د انسان خپل د ذات حفاظت دے چې په معاشــرتي ژونــد يــا تمــدني ژونــد تــېرولو بانــدې
مجبوره وي ـ ابن خلدون وائي چې هره معاشره د دريو مرحلو نه تېرېږي اوله مرحله د خانــه بدوشــۍ
ژوند يعني د کوچيانو ژوند دويم قبائلي ژوند او دريم متمدن يعني د ښار ژونـد ـ هغـه دې درې عواملـو
ته د " قانون االطوارالثالثه" نوم ورکړے دے ـ معلومه دا شوه چې ابن خلدون د عمرانياتو په علم ډېــر
ژور نظر سره کار کــړے دے او ددې علم بنيــادايخودونکے دے چې نن د يــو وســيع علمي څــانګې پــه
رنګ کښې ئې وده موندې ده ـ محمد عبدهللا عنان پدې حقله ليکي :
26
ترجمه :دابن خلدون خپلې دريافت کــړې دې نــوې مطــالعې لــه هغــه نــوې موضــوع،عمرانيــات انســاني
جميعت او دمخصوصو وسائلو سره يو مستقل سائنس مني ـ کوم ددې متعلق د ټولو مظاهرواو حــاال تــو
يو بل پسې تشريح کوي ـ هغه مـونږ تـه دا هم ښـائي ،چې دا د نـوي اړخونـو سـره او ډېـر زيـات زړۀ
راښکونکے سائنس دے ـ چې کوم ده ذاتي تحقيق اوکړو نوؤ ليکونکو ورته توجه نه ده ورکړې ،ســوا
د يو څو زړو ليکونکو نه چې د کومــو کــا او زيــار اوس نــه مونــدې کــېږي ـ پــدې وجــه دا زمــونږ د
سترګو نه پټ پاتې شوې ؤ ـ هغه دا دريـافت کـړو ددې ئې بنيـاد کېښـود او ددې د اصــولو ئې تشـريح
اوکړه ـ
ددې بحث مطلب دا دے چې د مغربي پوهانو کوم کار او زيار د عمرانياتو په حوالــه وجــود
لري د هغې نه انکار ممکن ندے خو پدې مېدان کښې چې کوم کارمسلمان مفکرينــو کــړے دے او بيــا
په خصوصي توګه ابن خلدون چې ددې علم په حواله کوم بنيادي کردار ادا کــړے دے هغــه هم واضــح
شي ـ
د عمرانياتو د ودې او تــرقۍ درېمــه مــرحلې تــه د عمرانيــاتو پوهــان نــوې مرحلــه (Modern
)stageوائي ـ د عمرانياتو په حواله درېمه مرحله کښې چې کومــو عمــراني پوهــانو ددې علم پــه حقلــه
خپل افکار او نظريات په جديد انداز کښې او په زيات علمي او سائنســي انــداز ســره وړانــدې کــړي دي
هغه د اولسمې او شلمې صدۍ عمــراني پوهــان دي ـ ددې جديــد دور پــه عمــراني پوهــانو کښــې اولــنے
عمراني پوهاند اِګست کامټ دے1798(Auguste Comteء ـ 1857ء) دے ـ اِګست کامټ فرنســوي
ســماجي پوهانــد دے ـ اِګســت کــامټ د فــرانس د انقالب 1789(French Revolutionءـ 1799ء)
دصــنعتي انقالب 1760( Industrial Revolutionءـ 1840ء) او د نشــاةِ ثانيــه Renaissance
(دڅلوارلسمې صدۍ نه تر تر اولسمې صدۍ ) د اثراتو تجزياتي مطالعه اوکړه ـ ددې مطالعې نه اِګست
کامټ دا نتيجه اخذ کړه چې د انساني معاشــرې د مطــالعې د پــاره د يــو باقاعــده علم ضــرورت دے ـ د
معاشرې د مظاهرو( ) phenomenaد مطالعې د پاره چې د کوم علم ضرورت محسولوهغې علم ته ئي
اول د عمــراني طبيعــات ( )Social Physicsورکــړو خــو بيــا ئي پــه کــال 1839ء کښــې دې علم د
()20
عمرانياتو ( )Sociologyنوم خوښ کړو ـ
27
اِګست کامټ د خپلې تجزياتي مطالعي نـه دا نتيجـه اخـذ کـړه چې هم ددې تحريکونـو پـه نتيجـه
کښې چې کوم معاشرتي اړې ګړې راپورته شوے دے د هغې د پاره د يوې بيلې فلســفې ضــرورت دے
او هغه خپلې دغــه فلســفې تــه د اثبــاتيت ( )Positivismنــوم ورکــړو ـ عمــراني پوهانــد جــارج رټــرز(
)George Ritzerپدې حقله ليکي:
ترجمه :کامټ په فرانسيسي معاشــره کښــې د خــور شــوي انتشــار پــه وجــه ډېــر فکرمنــد ؤ ،او هاغــه
مفکرينو باندې ئې ډېر تنقيد کؤو چا چې د روشن خيا لۍ او د فرانس د انقالب تخم کــرلے ؤ ـ هغــه د
روشن خيالۍ د منفي او تباه کونکې فلسفې د مقابلې کولو د پاره خپله يوه نوې سائنسي نظريه " اثبــاتيت
"يا "اثباتي فلسفې" له ترقي ورکړه ـ کامټ د کېتهولک (خصوًص ا د يونالـډو او مېسـټر) هم خيـال ؤ
کوم چې د انقالب مخالف ووـ خو دۀ خپل کا ر د دوؤ وجوهاتو په بنياد د هغو د کار نـه بئيـل کېخـود ـ
اوله وجه ،دده په خيال قروِن وسٰط ى ته بېرته تلل ممکن نه دي ،ولے چې دا صنعت او سائنسي ترقۍ
نا ممکن کړي دے ـ بله وجه ،هغه د خپلو متقديمينو په نسبت يو ډېر پېچيــده نظريــاتي نظــام لــه تــرقي
ورکړه کوم چې ابتدائي عمرانيات ته يو مناسب شکل ورکول وو ـ
ترجمــه":د اثبــاتيت ډاکــټرائن د معاشــرتي ســائنس مرکــزي برخــه ده او پــه اســتدال لي طــور د طــبيعي
علوموســره قــرابت لــري ـ ددې (اثبــاتيت) مقصــد دا دے چې ســائنس د انســاني معاشــرې مطــالعې تــه
راجوخت کړي ـ او کم وبېش هغه طريقه خپلــه کــړي لکــه څنګــه چې د ســائنس قــوانين وي ـ او پــدې
جوړ د طبيعي ماحول تشريح اوکړي ـ اثباتيت يوه نظريه ده کومې چې د توهم او ضغيف االعتقادۍ خــا
29
تمه اوکړه ـ او مراجعتي اثر لرونکي مذهبي ممنوعاتو کومو چې د ترقي پذير ملکونــو معاشــرتي خيــال
او فکر ته د صدو راسې زبردست نقصان رسولے ؤ ،خاتمه اوکړه ـ داثباتيت مقصد دا دے چې خلــق د
سائنس د قوانينو نه بلد کړي کوم چې زمونږ ه دمعاشره د ترقۍ ،زمــونږ د کلتــور د جديــديت ،د ژونــد
دود او طرز ،تعليمي نظام ،نظرياتو او سوچ د پاره بې حده مدد ګار دي ـ "
ترجمه :هغه دا نظريــه اخــذ کــړې ده چې ســماجي ادارې د بوټــو او ځناوروپــه شــان دي چې پــوړۍ پــه
پوړۍ خپل سماجي ماحول اخذ کړي ـ هغه د ډارون نظريه هم اومنله چې د قدرتي طريقــه کــار انتخــاب
"بقائے اصلح" په سماجي دنيا هم واقع کېږي ـ هغه دا چې کله پرې بهرنې مداخلت کېږي کــوم خلــق
چې "طاقتور " وي هغه ژوندې پاتې شي او وده اوکړي او کوم خلق چې کمزورې وي هغــه ختم شــي ـ
"
سپنسر د يوې معاشرې ارتقائي عمل په څلورو مرحلو کښې تقسيموي اولنۍ مرحله د ښــکار ده ( (
)Hunting and gathering stageدويمه محله شعباني يا راعيانه ( )Pastoral stageدريمه مرحله
صحرائي ( )Agrarian stageاو څلورمه صنعتي ( )Industrial stageده ـ د سپنسر د وېنا مطــابق
هره معاشــره بــه د درې مرحلــو نــه ارومــرو تــېرېږي ـ سپنســر د يــو رياســت د ظهــور درې ســطحې
ښودلے دي ـ اولنۍ سطح فوجي رياست ( )Military stateدوئمه سطح صنعتي رياست (Industrial
)stateاو درئمه سطح د اخالقي رياست ( ) Ethical stateـ د هر رياست د ظهــور د پــاره سپنســر د
()24
وېنا مطابق دا درې سطحې ضروري دي ـ
د ايمائـل درخـائم بلـه نظريـه د سـماجي اسـتحکام ( )Theory of social solidarityده -
درخائم معاشره په قديم او جديد کښې تقسيموي ـ زړې يعــني قــدېمې معاشــرې تــه هغــه (Mechanical
)societyنوم ورکـوي او جدېـدې معاشـرې تـه هغـه د عضـوي ( )Organicمعاشـرې نـوم ورکـوي ـ
قدېمې معاشرې ته مونږ ( )Rural societyسره تشبيه ورکولے شو ـ قدېمې معاشرې کښــې د افــرادو
31
په ژوند کښې يو شانوالے وي ـ د ټول اولس د ژوند ميعار تقريبًايو شان وي او د اولس سماجي تفاعل (
ق
)Social interactionانداز يا کړه وړه يو رنګ وي ـ سماج ی ا دارو کښې يو شانوالے موجود وي ـ
داسې معاشرې سماجي تغير ( )Social changeلږ په ګرانه قبلوي ـ د قديمي معاشرې په مقابله کښــې
عضوي معاشره چې تشبيه ئي بلدياتي معاشرې ( )Urban societyسره ورکولے شي ،پدې معاشــره
کښې روايات او اقدار يو شانوالے نه لري ـ پدې معاشره کښې بدلون يــا تغــير ( )Social changeپــه
آسانه ،نه راځي او پدې معاشره کښې د هرې ډلې سماجي تفاعل ( )Social interactionبيئل بيئل وي
ـ د ابن خلدون نظريه "العصبية" او د درخائم د ســماجي اســتحکام نظريــه کښــې تــر ډېــره حــده ممــاثلت
وجـــود لـــري ـ ددې نـــه عالوه د درخـــائم د اجتمـــاعي ضـــمير نظريـــه ( Theory of collective
)conscienceاو د خود کشـۍ نظريـه ( )Theory of suicideهم پـه جديـد عمرانيـاتو کښـې لـوئے
ارزښــت لــري ـ دې ســره ســره درخــائم د مــذهب د معاشــرتي وضــاحت پــه نظريــه کښــې (Social
(
)explanation or theory of religionد مذهب په معاشرتي اهميت باندې بحث کړے دے ـ
)25
جديــد عمرانيــاتو تــه چې کومــو عمــراني پوهــانو مظبــوط علمي بنيــاد ايښــودے دے او
عمرانياتو ته ئي نوي نظريــات او تصــورات ورکــړي دي پــه هغــه کښــې ايمائــل درخــائم ولفرډپــار ټيــو
) Vilfredo Pareto (1848 -1923سره د مېکس وېبر نوم هم شامل دے ـ پروفېسر ريمنډ ايرون
ددې درې واړو عمراني پوهانو د فکر يــوالي پــه حقلــه وائي چې د درخــائم ،وېــبر او پــارټيو د مغــربي
معاشرې په حقله دا رائې لري چې مغربي معاشره د بحران په حالت کښــې ده ـ دې درې واړو د کــامټ
دې تصور سره متفق وو چې معاشره خپل ربط يوازې د يوې مشترکه عقېدې په ذريعه برقرار ساتلے
شــي ـ د عمــراني پوهــانو د دوئي دا يقين ؤ چې يــوه مشــترکه عقيــده د معاشــرې ســاخت ()Structure
()26
برقراره ساتلے شي او افراد د يو بل سره پېوست ساتلے شي ـ
په شلمه صدۍ کښې عمرانيات د يو وسيع علم په صــورت کښــې خــور شــو او اوس
ددې علم ګڼ شمېر شعبې وجود لري او پدې کښې ځنو شعبو د يو بيئــل علم درجــه حاصــل کــړې ده ـ
مطلب دا دے چې اوس دا علم ښـــه پـــوره پـــوره خـــور شـــوې دے او داســـې ګڼ شـــمېر نظريـــات (
32
)Theoriesد عمرانياتو په حواله وخت په وخت وړاندې کړېدي ـ دلته هغه ټول نظريات واړندې کــول
ممکن نه دي خو پدې نظرياتو کښې د ځنو مشهورو نظرياتو ذکر قدرې به هم کافي وي پــدې نظريــاتو
کښې ځنې کالسيکي نظرئي دي او ځــنې جديــد نظــرئي دي ،لکــه د مصــالحت او طريقــه کــار نظريــه (
) Consensus and system theoryد تصادم نظريه ( )Conflict and action theoryد تفاعل
نظريه () Interaction theoryد تعليم نظريات ( )Education theoriesد سماجي بدلون نظريه (
) Social change theoryد جديديت نظريه ( )Modernity theoryد کالس اېنډ کاسټ نظريه (
)Class and cast theoryد نسليت نظريه ( )Racism theoryد تــانيثيت نظريــه ( Feminism
)theoryد طــاقت نظريــه ( )Force theoryد ګلــوبال ئزېشــن نظريــه ( )Globalizationد مابعــد
جديديات ( ) Post Modernismاو داسې نور نظريات ـ دا ټول عمراني نظريات د عمراني شعور نه
پېدا شوي دي چې د سماجي ژونــد د تنقيــدي شــعور بــرکت دے ـ پــدې نظريــاتو ځــنې کښــې نظــرئي (
)Theoriesسائنسي طــور ســره مســتندې هم نــه دي خــو بيــا هم خپــل يــو ارزښــت لــري ـ دغــه ټولــو
نظرياتو نن عمرانياتو ته د يو مکمل علم حثيت ورکړے دے ـ وخت سره ســره ځــنې نظريــات لګيــا دي
()27
رد کېږي او ځنې نوې نظرېي په مخه راځي ـ
پدې مقاله کښې به په ځنې ځايونو کښې عمراني اصطالحات په کار راوستلے شي ،پکار ده
چې د ځنو مشهورو عمراني اصطالحاتومفهوم اود مطلب لږ ډېر وضاحت اوکړلے شي ـ داصــطالح (
)Termمطلب دے هغــه لفــظ چې د خپلــو اصــيلو معنــو پــه ځــائې د يــو خــاص علم او فن د پــاره پــه
مخصوصو معنو کښې استعمال شي ـ خو دې د پاره ضروري چې دې علم ســره تعلــق لــرونکي پوهــان
ددې په معنو اتفاق لري ـ اصطالحات د يو علم او فن د پـاره ځکـه ضـروري وي چې يـو علمي مطلب
او مفهوم په لنډاو جامع ټکو کښې په آسانه ادا شي او د مفهوم او مطلب د پــاره اوږدې اوږدې جملې بيــا
بيا ليکل نه پرېوځي ـ داسې دوخت ضياع نه هم سړے بچ شي او هغــه مطلوبــه علمي مفهــوم پــه آســانه
()28
ذهن ته کوز شي ـ
د عمرانياتو علم هم د نورو علومو په رنګ ګڼ شمېر اصطالحات لري ـ دغه اصطالحات
مونږ دلته ټول نه شو جمع کولے خو يو څو هاغه اصطالحات چې په عمرانياتو کښې ډېر عام مستعمل
دي يا هاغه اصطالحات چې پدې مقاله کښې ځائې په ځائې د د ضرورت په سبب استعمالېدې شي ،د
هغو څۀ لږ ډېر وضاحت اوکړو ـ
تصور کوي ـ د يوې معاشرې د افرادو مفادات او مقصدونه شريک وي ـ يــوه معاشــره هلــه قائمــه پــاتې
کېدې شي چې هغه معاشره د خپلو افرادو د ضرورتونو د پوره کولو تــوان لــري ـ د يــوې معاشــرې د
افرادوثقافت شريک وي يعني يو شان ثقافت او کلتور لري او معاشره د وخت ســره ســره بــدلون مــومي
همېشه له پاره په يو ځائې او شان نه پاتې کېږي ـ معاشره د يو فــرد ( )Individualنــه بغــېر ممکن
نـه ده او يـواځې د يـو فـرد نـه جـوړه هم نـده بلکې د ډېـرو خلقـو نـه جـوړه شـوې ده کلـه چې خلقـو دا
ضرورت محسوس کړو چې يوه داسې معاشره دې جوړه کړلے شي چې خپلې قاعدې او قوانين لــري
چې د کومو په ذريعه د خلقو معامالت سم کړلے شي ،د فــرد ( )Individualاو د معاشــرې ددې تعلــق
په حواله يوعمراني پوهاند وائي چې :
ترجمه :معاشره پــه مــونږ داســې غالبــه ده چې دا زمــونږ د ســوچونو او زمــونږ دفعــاليت او جټکتيــا پــه
سازولوکښــې واک او اختيــار لــري ـ دا زمــونږ دهغــه ســماجي اقــدارو فېصــله کــوي ،کــوم چې مــونږ
معاشري د پاره د حاصلولو کوشش کووچې معاشره کښې خپل کردار ادا کړي ـ معاشــره زمــونږ ژونــد
سازه وي او افراد د معاشرې برخه ده او معاشره پرې ضــبط لــري معاشــره پــه مجمــوعي ډول زمــونږ
کلتور ،اخال قي معيار او افعالوته وده ورکوي ـ په حقيقت کښې معاشره سراسر د ټولو خلقو محافظه ده
ـ
مطلب دا شوچې معاشره په مونږ غالبه ده او زمونږ په کړه وړه سوچ ،فکر کښې لــوئے الس
لري ـ زمونږ سماجي اقدار ،کلتور او عملياتو ته وده ورکوي ـ ګويا معاشره د ټول اولس د الر ښــود او
رهبر کار کوي ـ فــرد نــه معاشــره جــوړه ده فــرد د معاشــرې بنيــادي اکــائي ده ـ دې د معاشــرې نــه او
معاشره دده نه بغېرنيمګړې ده ـ دواړه يو بل د پاره ال زم او ملزوم دي ـ
انسان د بل انسان سره په څۀ نه څۀ جوړ دغه ربط ساتي ـ معاشـرتي تفاعـل د افـرادو د پـاره ضـروري
دے ځکه چې بې ددې نه د يو انسان ذهني وده ممکن نه ده ـ پــه ده بانــدې د نــورو انســانانو د کــړه وړو
اثر کېږي او دده د نورو افرادو سره يو ځائې ژوند ژواک کول او ددې اثــرات پــه ده بانــدې پرېوتــل د
معاشرتي تفاعل سبب جوړېږي ـ معاشرتي تفاعل اجتمــاعي او انفــرادي دواړه صــورتونه لــري ـ داکــټر
انوار عالم ليکي :
ترجمه:سماجي تفاعل يو بنيادي سماجي عمل دے کوم چې د دوؤ يا د ډېرو افرادو يا ډلو تر مينځه
په تعلقاتوکښې ظاهرېږي ـ داسماجي تفاعل چرته هم ساکن اوپه يوځائې نه وي والړ ـ
سماجي تفاعل يو بنيــادي ســماجي عمــل دے د معاشــرتي تفاعــل دا عمــل د هغــه افــرادو تــر
مينځه هم کېږي چې يو بل ته مخامخ نه وي يا د يو بل نه لرې وي خو په څۀ نه څۀ ذريعه يــا واســطه
يو بل سره رابطه لري لکه د خط ،ټيلي فون ،اي مېل موبائل يا د اتصاال تو په نورو ذريعــو يــو بــل
سره رابطه کښې وي ـ معاشرتي تفاعل د پاره دا ضروري نه ده چې يواځې ښه اثر به لري منفي يا بــد
اثر هم اچوي ـ د معاشرتي تفاعل په ذريعه خاندانونه ،قومونــه ،تنظيمونــه او مذهبونــه وجــود مــومي ـ
معاشرتي تفاعل سره په انساني تعلقاتو کښې اتفاق هم پېدا کــېږي او کلــه دغــه معاشــرتي تفاعــل د بې
اتفاقۍ سبب هم جوړېدې شي ـ
منصب)Status( :
په عمرانياتو کښې د منصب اصطالح تقريبًا هم په هغه معنو کښې مستعمل ده کوم چې ددې
لفظ عام مفهوم دے يعني څۀ رتبه يا چوکۍ ـ د يو فرد په معاشره کښې سماجي مقام تــه منصــب وئيلے
شي ـ منصب په دوه قسمه دے ـ يو هغه منصب چې يو کس ته په ميراث کښې اورســي لکــه د يــو خــان
ځوئې به خان وي د نواب خوئې به نواب وي يا د يو بادشاه ځوئې به باد شــاه وي ـ داســې منصــب تــه (
)Ascribed statusد يو نسبتي منصب دے او پدې منصب کښې څوک څۀ تغير او تبدل نشي کولے ـ
د منصب دويم قسم ته ( )Achieved statusوئيلے شي دا قسم منصب يو انسان خپــل محنت
ســره حاصــلوي ـ پــدې منصــب ( )Achieved statusکښــې بــدلون راتلے شــي ـ هــر ســړے (
)Achieved statusپه خپل محنت او زيار سره په معاشــره کښــې جــوړه ولے شــي ،ولے چې هــره
معاشره خپلو افرادو ته د جنس ،عمر ،قابليت ،پېشې اوکسب په مناسبت سره يو منصب ورکوي ـ په
يو وخت کښې د يو سړي ګڼ منصبونه هم کېــدې شــي لکــه پــه يــو وخت کښــې يــو کس ځــوے هم دے
پالر هم کېدې شي Kathy S. Stolleyد ( )statusوضاحت داسې کوي:
35
ترجمه :په سماجي جوړښت کښې سماجي تفاعل ته مرکزيت حاصل دے د عمرانياتو په اصطالح کښې
د منصب اصطالح د عزت او وقار نه ده ـ ددې خپــل يــو ټــاکلے مطلب دے ـ د عمــراني پوهــانو د وېنــا
مطابق هر يو د حېثيت مالک دے خو څۀ خلق د نورو په نسبت په اوچت حثيت کښې وي ،ولے ددې
فېصله معاشره کوي ـ د مثال په توګه په يو هسپتال کښې ډاکټر ،نرسه ،لېبــاټرۍ واال ،صــفائي واال د
مختلفو منصبونو خلق شامل وي ـ پـه دې تـرتيب کښـې د منصـب تـر مينځـه د تعلـق وضـاحت سـماجي
حثيت سره کېږي ـ چې په کوم کښې ډاکټر د ټولو نه د زيات اختيار خاوند دے ـ
دې پورتني اقتباس نه د منصــب ( ) Statusوضــاحت کــافي حــده پــورې اوشــوچې عمــراني
نقطه نظر سره منصب څۀ ته وئيلے سي او ددې څو قسمونه دي ـ
ترجمه :د رول مطلب هم د منصب په شان دے او په سماجي تفاعل کښې دواړه مرکزي حــثيت لــري د
منصب او رول (کردار)تصور خوا په خوا دي ـ رول په يو مخصوص حثيت کښې يوه متوقع رويه ده ـ
لکه په باندېنو مثالونو کښې د ډاکټر رول مونږ پېژندلے شو ،چې هغه له پــه وخت خپــل کــار لــه راتلــل
پکار دي ،او په ښه طريقه مريضان کتـل پکـار دي او د مريضـانو پـه خدشـاتو بانـدې بحث کـول پکـار
دي ،او هغو ته مناسب دارو ورکول پکار دي ـ ددې ټولو مثالونو نه معلومېږي چې مــونږ د يــو ډاکــټر
نه د کوم کار توقع کؤو ـ دا ټول چې يو ځائې کــړې شــي يــو مجمــوعي کــرادار جــوړ شــي ـ او دا ټــول
کردارونه د انفرادي کرادار په ډول هم کار کوي ـ
ترجمه:سماجي ډله د دوؤ يا د ودؤ نه په زياتو افرادو باندې مشتمله وي ـ هره ډله يوه خپله بئيله اکــائي
وي خو د يو بل سره روابط لري تعارف ئې ډېر ســاده دے خــو دا ډېــر مهم اثــرات لــري ـ چې څــومره
تفاعل زيات وي دومره يو بل ته په عقيدو او اقدارو کښې را نزدې کېږي ـ دا مماثلت او رابطــه د يــو
بل سره د پېژندګلو سبب جوړېږي ـ او ددې په نتيجه کښې دا تعارف نورو ژورو روابطو ته تحريـک
ورکوي ـ هره ډله نورو ډلو سره اتحاد برقرار ساتلے شي ـ
کلتور)Culture (:
عمراني پوهان کلتور د نظرياتو ،عقيدو رويو او د اولس د شريک تخليقونو ته د کلتور نوم
ورکوي ـ کلتور د يوې معاشــرتي ډلې ســماجي الرې چــارې ټــاکي ـ کلتــور زمــونږ ســوچ ،عمــل اقــدار
خبرې اترې ،معاشرتي ډلې ادارې دود دستور ،قانونونه ،عبادات ،خوراک څښاک ،لباس پېزار،هن
تر دې چې جمالياتي تصوراتو باندې ژور اثر لري او پدې هـر څـۀ بانـدې کلتـور محيـط دے ـ ګويـاډېر
فراخه دے ـ عمراني پوهـان پـدې خـبره زور ورکـوي چې دکلتـور( )Cultureتصـورعمراني حـوالې
سره لږ ځانه تصور او مفهوم لري او دا دې ده کلتور عامو معنـو سـره شـريک نـه کـړے شـي ـ کلتـور
مادي( )Materialاو غير مادي ( )Nonmaterialدوه اړخونه لري ډاکټر انوار عالم عمــراني حــوالې
سره د کلتور( )Cultureد اهميت او ضرورت په حواله ليکي :
ترجمه :اداره يو عمارت ،فقط د خلقو مجموعه يا يو تنظيم نه وي ـ اداره په اصولو باندې قـائم يـو نظـام
دے ،چې د څــۀ مقاصــدو د حصــول د پــاره وي ـ دا يــوه منظمــه مجموعــه وي د اولســي دودونــو او
معاشرتي رواجونو چې مرکز ئې مهمې انساني هلې ځلې وي ـ په ادارو کښې مونږ په ســماجي اصــولو
باندې بحث کوؤ ـ پدې کښې فرد زيِر بحث نه وي ،خو ددوئي مشترکه توقعاتو ته فوقيت ورکــولے شــي
ـ تر يو حده محدودې انساي هلې ځلې چې کله يو ځائې شي او يو صــورت اختيــار کــړي ،چې د کومــو
تعلق څۀ خاص وخت او فضا سره وي نو د هغې نه يوه سماجي اداره جوړه شي ـ
ګويا معاشرتي ادارې يوازې د خټو ګټو نه د جوړ شوي عمارتونو نوم نه دے بلکې معاشرتي ادارې د
يوې معاشرې د اولس بنيادي معاشرتي ضرورتونه په ښه جوړ د پوره کولو د پاره په وجود کښې
راځي او د د معاشرتي مسلمه اصول ( )Normsاومعاشرتي روايات ( )Moresپوره کولو نوم
دے ـ
39
(تصادم)Conflict( :
په مقابله او تصادم کښې فرق کول ګران دي خو چې لکه د قواعدو او ضوابطو سودا نــه کــوي
نو د تصادم صورت په مخه راشي۔ خو بيا هم دغه تعريف پــه مکمــل ډول د مقـابلې او تصــادم فــرق نــه
واضح کوي۔ مقابله يا سيالي کله د تصادم شکل اختيار کړي پدې اوږد بحث پکار دے ۔ اکثر زن ،زر ،
زمين د تصادم په الره معاشره بوځي۔
د تصادم شکلونه()Forms of Conflict
۱۔ جنګ )War( :دا تباه کن شکل دے۔ په هر تهذيب کښې ئې وجــود لــرلے دے او لــري ،اقتصــادي ،
مذهبي ،غلبه ،غاصبانه قبضه د تصادم په سوونو صورتونه کېدل ممکن دي۔
٢ـ طبقــاتي تصــادم Class Conflict :اوچــتې او لــوئے طبقې د خپلــو مفــاداتو د پــاره د النــدې او
کمزورو طبقو استحصال کوي او د دې نه تصادم پېدا کېږي ۔
٣ـ نسلي تصادمRacial Conflict :په يو ملک کښې د ګڼو نسلونو موجودګي هم د نسلي تصادم سبب
جوړيدې شي۔ ګڼ مثالونه ئې شته۔
ن ت ن ت خ ن ت ق ف
٤ـ مذهبي تصادم Religious Conflict :پ دې کښې ر ه ورا ه صادم او د م ت لف مذهب و و ر مي ځه صادم
کيدې ش يګڼ مث الون ه لري
ئ ت ت
٥ـ سياسي صادم Political Conflict :پ ه سياسی مس لو صادم ګڼ مثالونه لري ۔
٦ـ بين جمعيتي او درون جمعيــتي تصــادم Inter Community and Intra Community :
Conflictپه خلقو کښې چې جمعيت تصورپېدا کېږي دا قسم تصادم په مخه راځي۔ اسباب معاشــي،
معاشرتي ،مذهبي ،فرقه ايزَ ،ز ړې دشمنۍ ،که دا تصادم د دوه يا دوو نه زياتو ډلو تر مينځه وي بيا دې
()36
ته بين جمعيتي تصادم وائي او که د يوې ډلي دننه وي بيا ورته درون جمعيتي تصادم وائي۔
40
ش
ښ ن ې معا رې کړۀ وړۀ
دپ ت
تن
او پ ښ و ولي
فرد د يوې معاشرې بنيادي اکائي ده ـ د يو فرد نـه خانـدان او خانـدان نـه معاشـره پـه وجـود
کښې راغله ـ يوه معاشره هم د فرد نه بغېر وجود نه شي موندې خويوازې يو فرد معاشــره ســازه ولے
هم نشي بلکې دا يو اجتماعي تړون دے چې د خاندان ،قــوم قــبيلې د معاشــرتي ژونــد صــورت او شــکل
کښې ظهــور مونــدلے دے ـ پــه منظم ډول معاشــرتي صــورت اختيــارولو نــه اول انســان بدويانــه ژونــد
تېراولو ،چرته چې په منظم انداز کښــې څــۀ معاشــرتي تــړون وجــود نــه لرلــو ـ دا د انســان اجتمــاعي
شعور او پوهـ ده چې هغه معاشرتي ژوند تېراول شروع کړل او رو رو انساني معاشره موجوده ترقي
يافته او جديد صورت سره په وجــود کښــې راغلــه ـ فــرد د معاشــرې برخــه ده او معاشــره اجتمــاعي او
سماجي ژوند سازه وي ،معاشره فرد په خپلو دود دستور ،قاعده قانون ،ژبه ،تهذيب ،کلتــور ،مــذهب او
جعرافيائي حدونو سره په خپله لمنه کښې راټينګ نيولے وي ـ
د معاشرې هغــه ټــول اجــزاء چې يــوه معاشــره تــرې وجــود مــومي ،د خپــل اولس د پــاره د الر
ښـودنې مهم کـار کـوي ـ معاشـره زمـونږ کلتـور ،زمـونږ معاشـرتي مسـلمه اصـول ( )Normsتـه وده
ورکوي ـ د دنيا يوه معاشره هم مکمله نشي کېدے خو هغه معاشره ښه غوره او مهذبه ګڼلے شي کومه
چې د خپل اولس ژوند تېراولود پاره دسهولتونه او آسانتيا د پاره الرې ګودرې پېدا کـړي ـ معاشـرتي
قانونونه ،قدرونه ،معاشرتي مسلمه اصول ( )Normsبالکل جامد نه وي بلکې د وخت تېرېــدو ســره
بدلون مومي ـ خو پدي بدلون کښې فرد ()Individualsخپل يو کردار لري او دغـه معاشــرتي بــدلون د
معاشرتي بدلون د ښه والي ترقۍ او،ودې د پاره ضروري وي ـ پدې حلقه معاشرتي پوهان ليکي:
ترجمه :صفا خبره دا ده چې معاشرتي نظام او د معاشــرتي عمــل دروازې بنــدې نــه دي ـ دا
داهميت وړ سوال دے ـ اولنو د معاشرې په ساخت او پوره دائـره اختيـار ،او د افرادوپـه منظم کولولـو
باندې زور ورکړې دے ،خو سماجي عمل د فرد پــه آزادۍ بانــدې زيــات زور ورکــوي چې د اختيــار
خاوند شي راهبر جوړ شي اود معاشرې اوددې د عملياتو تجديد خپل د عقل او فکر مطابق اوکړي ،او
دټولې معاشرې د فائدې د پاره خپل اعانت اوکړي ـ
د نورو معاشرو په رنګ د پښتنو معاشره هم خپل مخصوص خدوخال لري ـ مذهب
ژبه کلتور او تهذيب معاشرتي اخالقي ميعار،قدرونـه او دسـتورونه کـوم چې لـه مـودو راسـې د پښـتنې
معاشرې په جوړښـت ،وده او تـرقۍ کښـې خپـل کـردار لوبـوي ـ پښـتنۀ معاشـره د خپلـو ځنـو ځـانګړو
خصوصياتو له کبله د دنيا د نورو معاشرو نــه څــۀ بــدل خصوصــيات هم لــري چې نــورې دنيــا منلي او
تسليم کړي هم دي ـ يقينًا چې پښتنۀ معاشره هم خپل جوړښت کښې هغه اجزا لري چې د يوې معاشــرې
د پاره ضروري وي ـ
د غم ښــادۍ ،يــو بــل ســره د الس امــداد ،خــېر ښــېګړې ،مــذهبي ،ســماجي روحــاني
قدرونه ،دستورونه قاعدې او قانونونه ددې معاشرې ښائست او ښکال ده ـ لکــه پــه پښــتنۀ معاشــره د غم
ښادۍ خپل روايات او قدرونه ،د کلي غم وي که ښادي د ټــول کلي اولس غم ښــادي ګڼلے شــي او ټــول
کلے په غم ښادۍ کښې شامل وي ـ خپل د وس دست او طاقت مطابق پکښې مــالي او جــاني الس امــداد
کوي او په کور کلي او معاشــره کښــې اوســېدونکے يــوکس هم د خپــل اولس د غم ښــادۍ نــه د بلېــدو
تصور او سوچ نشي کولے ـ په غم ښادۍ د غمژنې کــورنۍ ســره پــه غم کښــې ښــه پــوره ډول شــرکت
کول د غم د مېلمنو کوربانو د خوراک څښاک او خدمت او درناوي پــوره پــوره خيــال ســاتلے شــي ـ د
غمژنې کورنۍ سره د خپل مېلمه د خدمت غم فکر نه وي دا هر څۀ د چم ګاونډ او کلي اولس خپل پــه
الس کښې اخستي وي او تر څو چې دې غم دا سلسله برقراره وي پــه څــۀ نــه څــۀ صــورت کښــې د چم
ګاونډ اود کلي اولس دې ته والړ وي ـ بيا که غمژنه کورنۍ خپل مړي پسې څۀ خېر خېرات کــوي يــا
څۀ نور مذهبي روايات رسم او رواج کوي د کلي اولس په هغې کښــې نــه هــېروي او ښــه پــه درانــوي
قدر او عزت سره ورته پدې دستوروکښې د ګډون بلنه ورکوي ـ دغــه رنــګ د ښــادۍ طريقــه هم ده د
ماشوم د پېدا کېدو خوشحالي وي ،د سنتونو دستوره وي که وادۀ کوېژدن وي يـا د ښـادۍ څـۀ نـورې
موقعې وي په هغې کښې شرکت او ګډون د خپلو معاشرتي رواياتو سره ښه پوره پــوره کــولے شــي ـ د
هرې ښادۍ په مناسبت سره تحفې او ډالۍ ورکولې شي او د خوشــحالۍخاوندان هم د ښــادۍ ســر تــه پــه
رسېدو سره خپل د رسم او رواج او کلتور مناسبت سره دغه اولس ،رشته داران ،او يــاران دوســتان
ښه په درناوي او قدر سره د خپل وس مطابق د ډالو او تحفو سره رخصتوي ـ
42
په پښتنۀ معاشره کښې د يو بل سره الس امداد کــول هم د کلي کلــويغۍ او پښــتونولۍ يــوه برخــه
ګڼلے شي ـ دغه الس امداد او ښېګړے کار ته "اشر" وئيلےشي ـ د فصل رېبــل ،ســمبالول د کــر کيلې
کار ،د وښو لرګو د پاره يو بل سره الس امداد کول يا داسې نور واړه لــوے کارونــه چې يــو انســان تــه
يواځې سر ته کول ګران وي ،هغه د "اشــر" پــه ذريعــه او واســطه آســان او رالنــډ کــړلے شــي ـ"د ګڼــو
امساديو ګېډې"يا"ته زما دارو زه ستا داور " هغه متلونه دي چې ددې قسمه د مرستې ،امداد او خــېر
ښيګرې د کارونودپاره د استدالل په جوړ پکار راوستلے شي ـ حجره جمات د پښتنود معاشرې يــو مهم
جز دے ـ جمات که د مذهبي عباداتو د پاره ضروري دے نو دغه رنګ حجره د ثقافتي او سماجي طور
طرېقو د پاره د پښتنو په معاشره کښې ځان له يو حثيت لري ـ چې کــوم کس د حجــرې جمــات نــه پــاتې
راشي هغه ته په معاشره کښې په دروند نظر نشي کتلےاو دا متل مشهور دےچې فالنې "حجره جمــات
نه پېژني"يعني نه څۀ مذهبي اقدار پوره کوي او نــه څــۀ ثقــافتي ،کلتــوري او ســماجي دود دســتورونو
باندې عمل کوي ـ په موجوده دور کښې کــه هــر څــو د حجــرې هغــه روايــتي او تهــذبي تصــور ډېــر کم
شوے دے او اوس هر کور ځان له بېټک او دېره سازه کړې ده او هر فرد او هر کس دا کوشش کوي
چې خپلوپدې حجرواوبېټکو کښې هغه رواتي او تهذبي اوسماجي فضا قائمه کړي خــوچې کــوم رنــګ
او خوند په رواتي حجروکښې ؤ هغه پدې انفرادي ځايونو کښې پېدا کېدل ناممکن دي ـ ځکــه چې پــه
اجتماعي حجرو کښې د اجتماعيت روح کار کولوهغه په انفرادي دېــرو او بېټکــو کښــې پېــدا کېــدل
ممکن نه ده ـ نوراالمين يوسفزۍ د حجرې ددې تصور په حقله ليکي:
ن ت ت ٹ
وانتان ب فزرگوں ت جو اور ے
ھ تے واکر ہ ے
ھ ےتکےت ب زرگ اور ب ڑے ب وڑ تھے اک حج رہ می ں محل
ت ب ن
ے یک توں کہض ان کی ب ا وں می ں ز دگی کا ج رب ہ ھین ہ و ا ھا اور ہم و فسے سی کھا کرے ھ
خ
کے ٓا ٹگن می ں یل ق ص
راست ب ھی ہ مارے مام رب االمث ال در ٖا ل حج رہ
ن ت
س ع ج
ہ وے ہ ی ں اس حولے سے اسے سما ن ی لوم کی ای ک یو ی ور ی ی کیت ث ی تت
ح ت
ےے ھ کر
ت ا ی ک ت ی حاصل ھی ۔ حج رہ می ں لوگ ب راب ری کی ب ی اد پرمکالمہ اور ب اتفچ
ت ش
ے ()Dialogueکے کلچ ر کو روع مال کر ا ھا ب لکہ نماس سے معا رے می ں مکال
ش ش
س می تں م ت وگری ب اں ہ وے کے ب رعکس سرد ج ن گ اور ب ردا ت کا سب ق سی کھا ٓاپت
()38
ے۔ کرے ھ
ترجمه :په حجره کښې به د چم سپين ږيري مشران يو ځائي کېــدل او زلمــو بــه د دې مشــرانو نــه زده
کړه کوله د دې مشرانو په خبرو کښې به د ژونــد تجربــه ،پوهــه او زيــرکي وه ۔ زمــونږ د ټولــو متلونــو
تخليق په حقيقت کښې د حجرې په انګڼ کښې کېږي۔ پدې نسبت (حجرې) ته د سماجي علومــو د يــوې
يونيورسټۍ درجه حاصله وه ۔ په حجره کښې به خلقــو د برابــرۍ او هم ســرۍ پــه حيــثيت خــبرې اتــرې
کولے ،داسې به د مکالمے ()Dialogueکلتور ودہ مونــدہ او د يــو بــل ګريوانونــو تــه الس رســېدو پــه
ځائې به د سوړ جنګ او د برداشت سبق زده کولے شو"۔
حجره د کلي د اولس د پاره د يو اجتماعي دانش په ډول مهم اداره وه۔ د حجرې د دانش او
پوهې زده شوې فهم او فراست به پــه هــر ميــدان کښــې پکــار راوســتلے شــو او د معاشــرتي شــخړو پــه
هوارولو کښې د دې لوئې کردار ؤ۔ د وړو تنازعو نه واخلــه د قتــل د جرګــو مرکــو غونــدې ګنجلکې او
43
پېچيده مسئلې هم د دې زده شوي فراست ،پوهې او ادراک په الره حل کولے شوې۔ اوس که هر څــو
هم د حجرو دغه تصور د پښتنو په معاشره کښې په ورکېدو دے خو بيا هم ال تر ننه د دغه حجــرو نــه
د زده شــوي ســبق اثــر زمــونږ پــه معاشــرتي ژونــد کښــې روان دے۔ نن هم د پښــتنو د جنــګ جګــړو او
تنازعو ،د مړو د روغو او د صلحې کار جرګـه کـوي۔ جرګـه تـر ننـه زمـونږ وړې لـوئې ټـولې ورانې
ويجاړې ،جنګ جګړې او تنازعې هوارولو کښې مهم کردار لوبـوي۔ مسـئله او شـخړه کـه د وړوکي يـا
معمولي نوعيت وي او که د قتل ،مړي ،ژوبلې غوندې د ګران او پيچيده نــوعيت وي ،نن هم د جــرګې
په الره چې هواره کړے شي هله هغه شخړه او مسئله سمه شي۔
که هر څو هم د حکومتي قانون په ذريعه تاڼه ،تحصيل او کچرۍ او عــدالت پــه وړې او
لوئې تنازعې د انصاف او حق حاصلولو د پاره وړلے شي خو بيا هم چې تر څو پرې د کلي اولس سره
په حجره جمات کښې جرګه اونشي او د قوم قبيلې سپين ږيري او مشران پدې شخړو باندې د جرګې په
الره کار او نه کړي مسئله د هواري او حل کېدو په طرف نه ځي ،او د اور د بڅري په شــان کــه هــر
څوپه ايرو کښې ډوبه پراته وي خو څۀ وختې هم د دغه بڅري نــه د انتقــام او بــدل پــه صــورت کښــې د
اور لمبې راپورته کېدې شي۔ بدل د پښتنې معاشرې هغه اور دے چې تــر نســلونو روان وي او دا اور
هيڅ کله هم په آسانه نه سړيږي۔ څۀ وخت هم سردوباره د مرګ ژوبلې او قتل پــه صــورت کښــې مخې
ته راځي۔ د دې په شا د پېغور يره پرته وي ،هر پښتون پدې پوهه وي چې زما بدل مــا تــه پــروت دے
او څۀ وخت هم په کور ،کلي ،حجره ،جمات کښې ماته څوک دا پېغور راکولے شــي۔ پښــتنۀ معاشــره
دغه پېغور د انتقام د اور بڅري په ايرو کښې خوندي ســاتي او څــۀ وخت کښــې د انتقــام پــه اور کښــې
بدلېدے شي۔ پېغور يو داسې اور دے چې د صلحې ،جرګې او مرکې تړلي بندونه هم اوشلوي چې په
عمومي ډول پښتنۀ معاشره کښې د دغه بندونو د قائم ساتلو ډېر خيــال ســاتلے شــي۔ دروېش دراني وائي
يو پښتون د هللا تعاٰل ی د "اوامر ونواهي" خيال ساتي او ويريږي چې هسې نه دغه بريدونه مات شي خو
پېغور نه هم ويره لري او دغه پېغور دے چې پښتون پرې بيــا د هــر څــۀ نــه تــير شــي کــۀ هغــه د هللا
تعالٰی احکام وي يا معاشرتي روايات()Mores۔ دروېش دراني ليکي:
" خو د يو پښتانۀ د پاره يو بل قوت هم شته چې دے د يوۀ کار کولو يا نــه کولــو تــه
هڅوي او هغه قوت دے د خلکو پېغور۔ دے له خدايه ويريږي ،خو دومره نــۀ لکــه
له پېغوره چې ويريږي۔ که يو لور ته د خدائې امــر وي او بــل لــور تــه د "خلکــو"
پېغور ،نو زيات امکان د دې وي چې دے د خداې امر مــات کــړي او لــه پېغــوره
()39
ځان وژغوري۔"
پېغور د بدل او انتقام په صورت کښې د معاشرتي ژوند کښې خلــق تصــادم ()Conflict
ته مخامخ کړي او هغه اور چې په ډېرو خوارو او محنت سره مړ کړے شــوې وي يــو ځــل بيــا د فتــنې
صورت اختيار کړي۔ خو د پېغور د دې منطقي اړخ نه عالوه د دې څۀ مثبت اړخونــه هم شــته۔ پښــتنۀ
معاشره کښې خلق د ډېرو داسې کارونو کولــو نــه د پېغــور د ويــرې ډډه کــوي ،چې هســې نــه شــرم او
پېغور راته جوړ شي۔ هم دغه پېغور دے چې يو فرد د پښتونولۍ په دائــره کښــې تــړلے ســاتي ،کــه د
پېغور ويره او د شرم ويره ورسره نه وي بيا به ډېر معاشرتي روايات ( )Moresاو مسلمه معاشرتي
اصول ( )Normsد پښو الندې کړي
44
د عزت زيست روزګار چې نه وي خوشحال خان خټک بيا مرګ غوره ګڼي دا
ځکه چې پښتنۀ معاشره کښې هر پښتون د خپل عزت د پاره د خپلــه ســر و مالــه تــېر وي۔ عــزت پــدې
معنو کښې يو فراخه مفهوم او مطلب لري۔ دا د عزت نفس سره سره د ځان ،مال ،اوالد ،قوم ،قبيلې او
د ټول اولس د عزت خبره ده۔ يواځې د خپل ځان او نفس پورې محدوده او تړلے نه ده چې څــوک خپــل
ځان ،خپل کور ،خپل قوم او قبيله عزت منده او درنه ګڼي هغه بل هم عزت منــد او درونــد ګــڼي ،خپلــه
بل له عزت ورکوي او د بل نه د عزت او قدر طمعه لري۔ پښتنۀ معاشره کښې دا متل مشــهور دے چې
" هر څۀ خلق د خپل عزت د پاره کوي"۔ دلته کۀ چا سره د عزت او قدر دولت او متاع نه وي که نــور
هر څۀ ورسره وي خو تش الس او خالي لمن ګڼلے شي۔
د عزت ،قدر او درناوي په کار کښې د پښتنو سړو سره سره پښتنې زنانۀ هم ډېرې مړنۍ
وي او دا يو حقيقت دے چې د خپل کور د سړو عــزت ،قــدر او درنــاوې جــوړول هم د دوئي پــه الســو
45
کښې وي ۔ که د کور کلي غم ښادي وي که د مېلمه قدر عزت او درنــاوے وي او کــه د قــدر او عــزت
نورې الرې چارې وي ،پدې کښې د دې زنانوؤ ډېر لــوئے الس وي او دا متــل پــه رښــتيا د دې خــبرې
وضاحت کوي چې " دا سپينې پګړۍ سړو ته ښځو په سر کړې دي"۔
پښتنه معاشره کښې عزت د خپل ځان وي ،که د اوالد وي کــه د آبــرو وي د دې خيــال ســاتل او
قائم ساتل د پښتونولۍ خبره ده۔ دلته عزت د دولت ،رنګ ،قام ،قبيلې ،مرتبې او مقام سره مخصوص نــه
دے بلکې دا عزت د هر چا د هر کس او هر فرد يو شان دے۔ کۀ څوک غريب دے او که خان يا نــواب
خو د عزت او قدر معامله کښې څوک هم بل ته په سپک نظر يا بې قدرۍ او بې عزتۍ په نظر کتــل نــه
شي کولے۔ د بل سپک نظري ،بې قدري د خپل ځـان سـپک نظـري او بې قـدري ده۔ د پښـتونولۍ دغـه
ټول قدرونه که چا کښــې نــه وي هغــه د ســړيتوبه اوځي۔ ډاکــټر راج ولي شــاه خټــک د پښــتونولۍ د دې
:رواجونو او دستورونو ذکر په تفصيل سره داسې کوي
" دا رواجونه د پښتونولۍ قانون سازه وي ،هر پښتون په انفرادي او اجتمــاعي ډول
د دې رواج پابند دے ،پښتونولي دوه اړخونه لري ،د يو Institutionپــه حيــثيت د
معاشرې د افرادو کردار سازي هم کوي او په ټولنه کښې پښتون ژوند تــه د تــوازن
او د امن ضمانت هم ورکوي ،د پښــتون چې کــوم صــفتونه دي ،د هغې اصــطالحي
نوم سړيتوب دے ،دا سړيتوب هم په نر کښې او هم په ښځو کښې د اخالقو د معيــار
نـوم دے ،پـه دې کښـې حيـا ،پـرده ،مېلمسـتيا ،نرتـوب ،ننـګ ،نـاموس ،شـجاعت،
بهادري ،رشتياګوئي ،راستبازي ،او داسې نور مثبت صفتونه راځي ،د ټولنيز ژوند
پښتونولۍ کښې د دغه صفتونو په خالف عمل د پاره تعزير موجود دے ،دا قانون د
جرګې په ذريعه نافذ کېږي ،په عام ژونــد کښــې ،ننــګ ،شــرم ،نــاموس ،پېغــور،
تور ،ننواتې ،هرجانه ،ناغه ،ډودۍ ،د غم ښادۍ پــه موقــع د اولس ګــډون او بــرخې
اخستلوطور طرېقې لکه بانډارنغاره ،بدرګه ،اشر ،بوته ،برمتر ،بړګړندے ،بونګه،
پناه ،تړ ،توره ،توغ ،توئے ،غونډه ،جرګه ،چيغه ،ډزوال ،روغه ،جوړه ،زخمانــه،
ست ،ستول ،سرجارے ،سوره ،لوښے ،شړونے ،شېخ ملي ،قــامولي ،عزيــزولي،
تربورولي ،ګټمير ،کلوارڅه ،ماجب ،لنګۍ ،مغدود ،بلندره ،وسته ،نېکه ،همخانــه،
يرغمل ،انګه ،اوربل ،اومه ،اينه مسب ،بابو الله ،پرېکون ،پښه ماتے ،تال اچــول،
توله ،تويانه ،خانئے ،ونډه اؤ داسې په ســوونو اصــطالحات دي ،چې د پښــتونولۍ د
کلتور اډاڼه پرې والړه ده ،روايتونه د رسمونو ،رواجونو او نرخونه په خپــل خپــل
()42
ځائے او مقام د ژوند ښکال راولي"۔
د پښتونولۍ دغه رواجونه نن هم تر ډېر حده په پښـتنو کښـې موجـود دي۔ پښـتانه قبائـل خـواره
واره پراته دي پدې کښې ځنې انفرادي صفات داسې هم شته چې په ځنې ځايونو کښې بــه نــه وي يــا بــه
ئې صورت څۀ لږ ډېر بدل وي خو د پښتونولۍ چې کوم غټ غټ او مهم صفات تصور کــېږي هغــه د
پښتنو په معاشره کښې من حيث القوم موجود دي۔
46
د پښتنې معاشرې يو خصوصيت د يو خانــدان يوځــائې يــا شــريک اوســېدل هم دے ،د
هر خاندان مشر پالر وي او که پالر نه وي بيا مشر ورور وي۔ د خاندان مشر د خپل خاندان ټــول واک
اختيار لري ۔ اوالد چې کومه ګټه وټه راوړي هغه د پالر په الس کښې ږدي۔ پالر د خپل اوالد دغه ګټه
وټه د خپل کور يا خاندان په ضرورتونو باندې لګوي او د يو خاندان چې څــۀ هم ضــرورتونه وي هغــه
پالر د خپلې ګټے يا د خپل اوالد د ګټے نه پوره کوي۔ د يو خاندان مشرکه پالر وي يا ورور هغه خپــل
د خاندان ،د عزت ناموس ،کړؤ وړؤ ،د غم ښادۍ او د پښتونولۍ د ټولو دستورونو او رواجونو تر سره
کولو اختيار کوي۔ ټول اوالد او کشران وروڼه يا خوايندې د خپل مشر د خبرې نه سر نـه غـړه وي۔ کـه
پالر د خپل خاندان او کور د مشرۍ هغه ضروريات چې د بهر سره تعلق لري هغه پــوره کــوي او دا د
هغه ذمه داري وي نو مور د کور دننه معامالت ټول خپل الس کښې نيــولي وي او د هغې واک اختيــار
لري۔ په يو خاندان کښې د مور او پالر حکم عدولي پــه مــذهبي ډول هم جــائز نــه ده خــو د پښــتونولۍ د
قاعدې او قانون تر مخه هم د دوئ خبره منل او تسليمول ضروري ګڼلے شي۔
اوس که هـر څـو هم دغـه مشـترکه خانـداني نظـام پـه ورانېـدو دے او تـر څـۀ حـده د
جديديت د هوا ښکار شوې دے۔ ډېـرې درنې درنې کـورنۍ او خاندانونـه د مشـترکه خانـدان د بنـد نـه د
انفراديت په لور روان دي خو بيا هم چې کله مونږ د دنيا د نورو قومونو او ملکونو معاشرو ته اوګورو
نو پښتنۀ معاشره کښې د مشترکه خاندان روايت بيا هم تــر لويــه حــده قــائم دے کــه څــۀ هم د چــا اوالد د
خپل مور او پالر نه بيل او جدا ځــان تــه د يــو خانــداني نظــام الره روانــۀ کــړے ده ،داســې اوالد تــه پــه
معاشره کښې په ډېر ښه او دروند نظـر نشـي کتلے او دغـه عمـل د اوالد د پـاره د يـو پېغـور او شـرم
سبب ګڼلے شي۔
د مشترکه خانداني نظام ځنې نقصانات هم شته او داسې هم اوشــي چې د دغــه مشــترکه
خانداني نظام په سبب ځنې وخت په يو خاندان کښې بې اتفــاقي او شــخړې راوالړې شــي او بيــا اوالد د
خپل پالر او مور نه په بيل اوسېدو باندې زيات خوشحاله وي خو په داسې صــورت کښــې هم د مــور
او پالر سرپرستي او مرسته د اوالد د کور د پـاره د بـرکت سـره سـره ضــرورت هم وي ۔ ځـوئې بـه د
خپل کور کلي نه بهر چرته لرې خپل کار روزګار کوي بيرته د هغه د ښځې او اوالد خصمانه ،تربيت
او حفاظت او د ژوند د ضرورياتو د پوره کولو کار بيا هم د مور او پالر په غاړه وي۔
په عمومي ډول پښتنۀ معاشره کښې واک اختيار او تړل پرانستل د سړو پــه الس کښــې
وي او ښځې د معاشرتي ژوند ګنډو کړمو ،خبرو اترو کښې زيات الس دست نه لري خو که مــونږ لــږ
په ژور نظر د دې معاشرې په کړو وړو فکر اوکړو نو دا خبره څرګندېږي چې د پښتنې معاشرې دغه
زنانۀ او تورسرې دومره بې واکه او بې اختياره هم نه وي۔ او د خپل کــور دننــه د خپلــو ســړو ســره پــه
ټولو معاشرتي معامال تو کښــې شــرکت لــري۔ دا بــه منــل راځي چې زمــونږ د دې معاشــرې لــور خــور
زمونږ د معاشرتي تړون په معامله کښې لوئې لوئې قربانۍ ورکوي او ډېرې داسې خبرې په ځان وړي
چې وړل ئې ګران وي خو د دنيا شرم پېغور ،د مور او پالر عزت ،د روڼو غېرت او حيا د پــاره ئې
په خپل سر وړي۔ د پښتو د دې ټپې نه د دې ښځينه احساساتو څومره ښکلے څرګندونه کېږي چې:
زما ابۍ دادا ته وايه
47
()43
خوشحاله نه يم له ناکامه ناسته يمه
دغه ناکام دغه ضبط او صبر د يوې پښتنې تورسرې په نصــيب کښــې تــر هغې پــورې
وي چې تر څو چې د دې خپل اوالد د بلوغت بريد ته او نه رســي بيــا ئې چې اوالد زلمے شــي د کــور
بار خاوندان شي ،د کور د مشرۍ واګي رو رو د دې خپلو السو ته راشي ۔ زمــونږ پــه معاشــرتي نظــام
کښې د زنانوؤ د قربانۍ ورکولو او د ژوند د اوږو د دروند بار د اوچتولو ،ژوند مخ پـه وړانـدې بوتللـو
او په معاشره کښې د نورو سره د سيال کېدو د پاره د دوئي برخه او ونډه د نه هېرولو جوګه ده ۔ خپله
وږې پاتې شي خو د خپلو سړو د غېرت او پښتو د پاره به د مېلمه قدر ،عــزت او درنــاوې کــوي۔ پــه
خپل ځان به سخته تېروي خو د خپلو سړو د پاره د اسانتيا او د آرام الرې ګوري۔ د خپلې خصمانې به
دومره خيال او سوچ نه لري خو د خپلو سړو د پاره به د ښۀ خــوراک او ښــۀ لبــاس او پــېزار پــه فکــر
کښې وي۔ دا د ښځې ،مور ،لــور ،خــور هــر شــکل او صــورت کښــې د خپــل خاونــد ،ځــوئې ،ورور ،د
شرم ،عزت ،حيا ،غېرت ،پښتو ،پښتونولۍ او د ننګ او پت نه ځار او قربـان ده۔ خـو د دومـره لـوئے
عظمت او کردار مالکې ته زمونږ معاشره کښې کما حقه عزت ،قدر ،مقام ،واک اختيار ندے ورکړے
شوې تر دې چې د پالر په ميراث کښې هم د خپل حق نــه محرومــه کــړلے شــي او د ابۍ دادا مــيراث د
ورور اورسي او دا تشه لمن او خالي السونه د ننګ ،پت ،غېرت ،حيا او وفــا پــه الره د پښــتونولۍ پــه
الر روانه وي۔ خوشحال خان خټک په څومره ښــکلې انــداز کښــې زمــونږ د پښــتنې معاشــرې پــه ســړو
باندې داسې طنز کوي:
د دادا د مــــــــــــــــال يــــــــــــــــواځې مــــــــــــــــيراث خــــــــــــــــور دي
()44
نـــــه پـــــه تـــــرور دي ،نـــــه پـــــه مـــــور دي نـــــه پـــــه خـــــور دي
د پښــتنو پــه معاشــرتي ژونــد کښــې تــل د علم کمې پــاتي شــوې دے۔ د دې کمي ګڼ
معاشرتي ،سياسي او جغرافيــائي اســباب دي۔ پښــتانۀ ســاده بــاده او ســوچه مســلمانان دي خــو مــذهبي او
عصري علمونو نه ئې لمن تشه پاتې شوې ده۔ په موجوده دور کښې مونږ وئيلو شو چې ټولو پښــتنو تــه
د دې احساس شوےدے چې زمونږ د وروستو پاتې کېدو سبب زمونږ د معاشرتي ،سياســي او مــذهبي
کشالو سبب د علم د رڼا کمې دے او اوس اکثر خلق دا کوشش او زيار کوي چې دغـه کمې پــوره کــړي
او خپل اوالد د علم او هنر په ښائست ښائسته کړي خو دا لوئے کــار دے او دا يــو اوږد ســفر او لــوئے
مزل دے چې په صبر استقامت او عزم سره پوره کول غواړي۔ د تعليم دا کمې زمونږ په معاشره کښې
په سړو کښې هم ډېر دے خو په زنانوؤ کښې ډېر زيات دے او تر څو چې د يوې معاشــرې يــا يــو قــوم
ښځې نر واړه تعليم يافته نشي ،د تعليم او د شعور او پوهې په الره روان نشي تر هغې هغه معاشره مخ
په ترقۍ نشي تللے او نه د دنيا د نورو معاشرو او قومونو سره سيالي کولے شي۔
پښتنې معاشرې کښې د قلم نه بلکې د ټوپک دستور او رواج زيات دے۔ نن ټوله دنيــا د
قلم په طاقت او زور باندې خپل کندې کړمې ،جنګ جګړې او شخړې سموي او هواروي خـو بدقسـمتۍ
سره پښتنۀ معاشره کښې ال تر ننه د ټوپک او کالشنکوف دستور موجود دے۔ که هــر څــو دغــه ټــوپکي
کلتــور او دســتور زمــونږ د معاشــرې پــه زوال او تــنزل کښــې لــوئے الس او کــردار لوبــولے دے خــو
48
زمونږه معاشره ترې تر ننه خالصه نه ده۔ د انفرادي او عالقائي شخړو دغــه ټــوپکي سلســله ال تــر ننــه
راروانه ده او دغه دستور او رواج زمونږ کور راکور ،عالقو او سيمو کښې ډېره ښۀ باده کوي۔
پښتونولي:
د پښــتنې معاشــرې د خــد و خــال پــه حقلــه چې کــوم بحث اوشــو ،پــه هغې کښــې هم د
پښتونولۍ سره د تړلو خبرو ذکر اوشو ،ځکه چې پښتنۀ معاشره چې په کومه سيمه او عالقه ميشــته وي
دغه صفات يا دغه خبرې چې پښتو يا پښتونولي ورته وئيلے شي په هغه خلقو او هغه معاشره کښــې کم
او زيات په څۀ نه څۀ رنګ په دوئي کښې موجود وي۔ پښــتونولي د پښــتنو د ژونــد ژواک تــېرولو او د
معاشرت يوه ناليکلے ضابطه ده دغه ناليکلے ضابطه او ناليکلے آئين او دستور څوک چاته ښــائي نــه،
د دې څۀ باضابطه د ښودنې ځائې نشته ،د دې څۀ باضابطه ادارې وجود نه لري۔ پښتونولي پښتانه نــر
او ښځې د پښتنې معاشرې د ژوند ژواک او کړو وړو نه هــر ځــائې هــر چرتــه او هــر وخت کښــې زده
کوي۔ د دې د زده کولو څۀ نظام االوقات مقرر نه دے۔ دا په کــور ،حجــره ،جمــات ،پــه الره ،پــه ناســته
پاسته ،په غر او سمه او بازار کښې هر چرته هر نوې راتلونکے نسل د خپل نيــا ،نيکــه ،پالر ،مــور،
خور ،ورور ،ترۀ ،ماما ،د کشرانو ،همزولو ،يارانو دوستانو ،دښمنانو نه څۀ پـه داسـې ډول زده کـوي،
اخذ کوي چې دا د دوئ په خټه کښې واخلے شي۔
دا يو نه هېرېــدونکے ســبق دے د دې تکــرار بــار بــار او هــر وخت ،د هــرې مــوقعې
مناسبت سره خپله د دې معاشرې افرادو ته زده شي ولے چې دغه سبق يوازې يوه تهيوري نــه ده بلکې
د دې عملي شکل صورت د پښتنو په معاشرت کښــې موجــود دے ۔ هــر ســړے او هــره ښــځه دغــه زده
کړے او اخذ کړے سبق چرته هم نه هېروي۔ هم دغه وجه او سبب دے چې راتلونکي نسلونو ته دغــه
آئين او دغه ضابطه تل ياده وي او د دې د کولـو مناسـب موقـع او مناسـب چې کـوم ځـائې وي پـه هغې
ځائې او هغه موقعې سره تړلے او وابسته پښتو او پښتونولي تر سره کولے شي۔
دروېش دراني خپل کتاب " دپښتني ژوند کــړۀ وړۀ" کښــې د پښــتونولۍ د دې ســبق او د دې نصــاب پــه
حقله ليکي:
" دا د هغو ارزښتونو نصاب دے ،چې هر پښتون ئې له ماشومتوبه زده کــول پېــل
کوي۔ د دغه نصاب زده کړه په کومو ادارو کښې کېږي ،هغه د مور غير ،د کــور
د نغري غاړه ،د کلي حجره جمات او بيا د ټولنې هر هــر ګــوټ او د ژونــد هــر هــر
ډګر وي۔ چرته چرته چې د دغه ټولنې لږ يا ډېر وګړي يو بل سـره مخـامخ کـېږي
يا سره يو ځائې کېږې ،هلته د دغه ارزښتونو زده کــړه او ښــوونه روانــه وي۔ هــر
پښــتون هم ښــوونکے او هم زده کــوونکے وي۔ هــره موقــع د زده کــړې او ښــوونې
موقع وي ۔ غم وي که ښادي ،وادۀ وي که جنازه ،د جنګ ميدان وي که د لوبو ډګر،
د سوداګرو د راکړي ورکړي سـاحه وي کـه د کرونـدګرو د کرکرونـده ،هـر ځـائې
دغه زده کړه او ښوونه روانه وي۔ په بېال بېلو طريقو ډېر څۀ لـه يـوې سـينې بلې
()45
سينې يا له يوۀ ذهن بل ذهن ته رسېږي"۔
49
ترجمه:پښتنو د خپل ماحول او ضرورتونو مطابق ځان د پاره د تهــذيب او اخالق او تمــدن او معاشــرت
څۀ اصول او ضابطې مقرر کړې دي۔ کومې چې د زرګونو کــالو د مشــاهدې او تجــربې نچــوړ وو۔ دې
آئين ،طور طريقې يا دستور ته د ژبې وسعت ،پوخوالے او قدامت دوام بخښلے دے او تر ننه دې قــوم
دغه ژبه (پښتو) او د اخال قو ضابطه په خپل ژوند حاوي ساتلې ده۔ د پښتو او پښتونولۍ تعلق د روح او
جسم دے۔ پښتون د پښتونولۍ نه بغير ژوندے نشي پاتې کېــدے او نــه ئې پېژنــدګلو کېــدے شــي۔ دې
ټولے ضابطے ته ئې د پښـتو نـوم مخصـوص کـړے دے۔ پښـتو د دوئي ژبـه ،رسـم و رواج او قـانون،
تهذيب ،ثقافت او هم پښتو ئې جامه ده او د پښتون جوړېدلو معيار او ميزان هم دے۔
د پښتو او پښتونولۍ د دې اصولو ،قاعدو ،ضابطو او آئين د پاره په پښتو او پښــتونولۍ
کښې خپل اصطالحي نومونه دي۔ دغه اصطالحات د دې ضابطو او اصولو د پاره ټاکلې شوې دي۔ هر
مشر ،کشر ،نر ،ښځه دغه اصطالحات د خپل پوره مفهوم او معنو سره پـېژني۔ دغـه زده کـړه هم څـۀ
پــه باقاعــده درســي طــور ســره نشــي زده کــولے بلکې دا اصــطالحات هم لکــه د پښــتو او پښــتونولۍ ،د
معاشرې هر وګړي ته هم په هغه انـداز او طـرېقې سـره زده شـي پـه کـوم طـور او طـرېقې سـره دغـه
50
اصطالحي نومونه چې ورته زده شوي۔ د پښتو او پښتونولۍ ځنې اصطالحات دلته څۀ لږ ډېر وضاحت
او توضيح سره ليکلے شي۔
جرګه:
د پښتنو په معاشره کښې جرګه يـواځې يـو لفـظ ،يـو ټکې ،يـو اصــطالح نـه ده بلکې دا د يـوې
داسې سماجي ادارې نوم دے چې د دې معاشرې وړې لوئے ټولے کشالے ،تنازعې ،سماجي ،سياســي
ټولے خبرې د جرګې په الر هوار ولے شي او حل کولے شــي۔ ګــر چې پښــتانۀ پــه هــره وړه او لــوئے
مسئله باندې جرګه کوي که يو کس د بـل سـره پـه څـۀ ذاتي ،خـبره هم خـبره اتـره کـوي ،هغې تـه هم د
جرګې نوم ورکوي لکه چې وئيلے شي تاسره مې جرګه وه ،تاسره مې يوه جرګه کوله ۔
د داسې نوعيت جرګه د يو کس دوه کسو تر مينځه په څۀ خبره هم کېدے شي او د دې
نه معلومېږي چې په ذاتي او انفرادي مسئلو باندې هم پــدې معاشــره کښــې جرګــه حــاوي ده۔ د جــرګې
لوئے او مهم صورت هغه وخت په مخه راځي چې کله د قتل مقاتلې ،مرګ ژوبلې ،د جائيداد تنــازعې،
د کلو ،قومونو ،قبيلو تر مينځه د شخړو هواره ولو ،د سياسي او سماجي مســائلو پــه حوالــه د مســئلو او
شخړو د حل کولو د پاره الرې چارې ټاکلو کښې مهم کردار لوبوي۔
هره جګړه خپل بيـل بيـل نـوعيت لـري او چې څـومره يـوه مسـئله ګرانـه ،پېچيـده او
ګنجلکه وي هغه زيات وخت ،صبر ،زغم ،برداشت غواړي۔ په جرګو مسئلې حل کول او هوار ول څــۀ
ډېر آسان او سهل کار نه دے۔ د دوؤ سړو ،دوؤ فريقېنو ،دوؤ قومونــو ،قــبيلو يــا د کلــو تــر مينځــه چې
کومه جرګه کولے شي دا د جرګه کونکو ،فهم ،فراست ،پوهه ،ادراک ،سماجي او ثقافتي رواياتو باندې
نظـر لـرل ،او جـرګې تـه د راتلـونکي مسـئلې او شـخړې پـه زيـروبم د پوهېـدلو متقاضـي وي۔ دا يـو
سفارتي او اعصابي جنګ دے چې ډېر په ګرانه او مشکل سـره حـل کـولے شـي۔ پښـتنۀ معاشـره کښـې
جرګه دومره اهميت لري چې څوک جرګه بد رنګه کولے نشي دا خبره ډېره بده ګڼلے شــي چې څــوک
جرګه بدرنګه کړي ،د جرګې خبره او نه مني ،جرګه اورټي او بې نــوا تــرې پاســي۔ هم دغــه وجــه ده
چې کله هم چاته جرګه الړه شي او هغه سره په يــوه مســئله يــا معاملــه څــۀ مــذاکرات کــوي ،کــه هغــه د
جرګے هغه خبره منلو ته په څۀ وجه يا څۀ سبب تيار نه وي ،خو بيا هم جرګه په داسې جــوړ او داســې
طريقه پاسوي چې د هغې په درناوي ،قدر او عزت کښې څۀ فرق رانشي۔ او خپله خبره ورته په داســې
انداز او داسې طريقه وړاندې کړي چې د جرګې خاوندان پوهه شي چې دې خپل څۀ تحفظات لري ۔ څۀ
وجوهات لري او ځکه پدې وخت دې خبرې منلو ته تيــار نــه دے۔ خــو داســې هرګــز نشــي کېــدے چې
جرګه چورلټه پاسوي او اووائي چې زه هيڅ خبره منلو ته تيــار نــه يم۔ جرګــه د پښــتو پښــتون ثقــافت او
کلتور يوه ډېره مهمه اداره ده چې پـه دې معاشـره کښـې مضـبوطې جـرړې لـري۔ قـانون يـوازې سـزا
ورکوي او جرګه يوه داسې معاشرتي اداره ده چې مسئله هواروي ،جرګه د دوؤ فريقېنو په مينځ کښې
()47
مصالحت او روغه راولي ،د ټولو تنازعو حل کولو د پاره مکالمه او خبره اتره په کار راولي ۔
پښتنه معاشره کښې د جرګې د اهميت او د مسئلې د هوارولو د صــالحيت انــدازه د دې
نه کېدے شي چې تر ننه ډېرې داسې مسئلې ،تنازعې او شخړې چې د عــدالتونو پــه الره پــرې کالونــه
51
اولږي او هوارې نشي ،داسې پېچيده ،ګنجلکې ،ګرانې مسئلې په جرګه کښــې هــوارې او ختم کــړلے
شي ۔ که هــر څــو هم تهــذيبي او کلتــوري قــدرونو کښــې بــدلون راځي او راغلے دے او ځــنې اقــدار او
روايتونه بدل شوي يا ختم شوي دي خو بيا هم جرګه تر ننـه د پښـتنوپه معاشـره کښـې خپـل وجـود قـائم
لري۔ جرګه د دښمنۍ د اور تازه ساتلو سبب او وجه د ويخ نه ختم کړي او هغه تنازعه او مسئله بيا سر
دوباره کېږي نه ،ځکه چې په جرګې فېصله شوي معامله کښې د پېغور خبره پاتې نشي او بيــا پــدې
معاشري کښې ډېر کم کوز داسې څــوک وي چې هغــه چاتــه پېغــور ورکــړي او چې د پېغــور سلســله
ختمه شي يا ئې مخه اونيوے شي بيا د انتقام اود بدل د اور بڅري سردوباره د اور صورت او شکل نــه
اختياروي ۔
ننواتې:
ننواتې د پښتو او پښتونولۍ د آئين او دستور يوه داسې اصطالح ده چې د خپل دښمن او مخالف
کور ته د ننوتلو نه اخذ شوې ده۔ د بدل او انتقام د اور سړولو او ختمولو د پاره د هغه چار کــور تــه چې
څۀ سنګين جرم ،مرګ او ژوبله پرې د انتقام او بدل اخستو د پاره پراته ،او د هغه دښمن په خپلو کړو،
په خپل عمل باندې نادم ،پښيمانه او شرمسار وي چې دغه کار دغه عمــل چې زمــا نــه شــوې دے هغــه
ډېر بد ،ناروا او زياتې شوې دے۔ په داسې صورت کښې هغه د خپل مقابل دښمن کور ته د خپلو بــدو د
معافۍ د پاره الړ شي خو د خپل دښمن کور ته په داسې انداز او صــورت کښــې د تللــو طريقــه اختيــاره
کړي چې هغه مقابل دښمن ئې د پښتو پښتونولۍ د دستور او آئين د الندې مجبور شي چې د خپل مقابــل
دښمن دغه ننواتې قبول کړي ،لکه تورسرې هغه کور ته قرآن په سر ننواتې ته اولــېږي او پــدې جــوړ
په خپلو کړو بدو د ندامت او پښيمانتيا اظهار اوکړي ۔
په پښتو او پښتونولۍ کښې قرآن په سر په ننواتي راغلي تورسرو ته غاړه اېخودل او د
هغو خبره او ننواتې منل عين پښتونولي ده۔ د دې نه دا څرګنــده شــوه چې پښــتنۀ معاشــره کښــې د قــرآن
پاک تکريم او عزت په خاطر غټ نه غټ جرم معاف کولے شي او تور سرو ته هم عزت او تکــريم او
دومره درناوې ورکولے شي چې د هغو په راتګ او کور ته په دننه کېدو سره خپل هغــه دښــمن چې د
يو پښتون وينه ورته ُخ ټکېږي او که سر او مال او اوالد هر څۀ ئې پرې قربانېږي خو د هغــه د خپــل
بدل او انتقام د اخستو په خاطر بيرتـه کـېږي نـه ،د هغې نـه دسـت بـردار شـي او د قـرآن او تورسـرو
تکريم اوکړي۔ ځنې خلق ننواتې د پناه صورت هم ګــڼې۔ د ننــواتې پــه حقلــه حســن ايم يوســفزئ او علي
ګوهر ليکي:
Nanawatay Mean’s repentance over past hostility or
inimical attitudes and the granting of asylum. Walking
down to someone under Nanawathy means having an
expression of attitude of submission a combination of
humility, sorrow, and apology and giving space to the
other person to spend with “grace” , so precious to Pukhto.
A party or a person wanting to apologize to another does
52
د ننواتې مطلب َز ړه دشمني او د دشمنۍ د رويې نه توبه کول دي ـ چا لــه ننــواتې تلــل:ترجمه
افسوس او د معــذرت، معافۍ،مطلب دا دے چې د هغه کس دموقف منلو اظهار دے ـ ننواتې دعاجزۍ
په جمع يو نوم دے ـ او بل ته په عزت سره د پاتې کېدو ځائې ورکول دي ـ دا پــه پښــتو کښــې يــو ډېــر
قيمتي عمل دے ـ پدې وجه د ننواتې بدل معافي ده ـ پناه د نورو د غضــب د تحفــظ تقاضــا ده ـ د ننــواتې
چې د بلې ډلے سره شوې ناپسنديده عمل په وجه چې کومه پرېشــاني او درد، کولو مطلب او مدعا دا ده
او بله ډله په پښــتون روايــاتو پــوره کولــو مجبــورول دي ـ دې نــه د پــر امنــه،په هېَر ولو مجبوَر ول دي
مذاکراتو د پاره يو فضا جوړه شي ـ ولے چې په تاؤ تريخوالي کښې د خبري اترې څۀ ذريعه نه موندې
د ننواتې په نتيجه کښې ضروري نه ده چې هر قسم دشمني ختمه شي ـ بيا هم د ننواتې مطلب د، کېږي
دواړه ډلو عزت بحال کول وي ـ ددې دارومدار پدې دے چې د دواړه ډلــو غم او درد څــومره ژور
دے ـ کله چې د ننواتې غوښتنه کېږي نو د هغې د بار بار کولو ډېر رنګونه دي ـ لکــه ځــان ســره
53
په ډالۍ کښې بيزه بوتلل،خپله ټوپۍ د بل په پښو کښې اېخودل،او خپلې تور ســرې او ماشــومان د خپــل
مخالف کور ته لېږل ـ دا ټول څيزونه د ننواتې اظهار کوي ـ په داسې جوړننــواتې قبلــول د بلې ډلے
د پاره په پښتو کښې د عــزت او درنــاوي خــبره ده ـ د ننــواتې کــونکې ډلې غوښــتنه سـِر عام معــافي هم
کېدلے شي ،مناسب مهلت يا مناسبه معاوضه هم کېــدے شــي ـ ولے چې کلــه ننــواتې اوشــي بيــا هغــه
پوره کول د پښتو يوه خبره شي چې پوره کول ئې ضروري وي ـ او داسې پنــاه ددې يــوه فطــري نتيجــه
ئ ت نن ت قت
ده ـ حمزه شينوارري په خپل يو مضمون کښې د ننواتې د اصطالح وضاحت اوتشريح داسې کوي ـ
ب ج نتق
لے ج اے و ت ے وا ل ا اس پ کے اس اگر ھی
خ ب ود وا کے
ثب ام ’’ج ذ قب ہت ا
ت اک تثر م
‘‘ ’’
ے کہ ہف ے ہ ی ں ۔ اس کی صورت یوں ہ وے ت ید ن ش خ سے
ق ا اء ور کے ول ق
ہ پش ن
واؤں کو اکھ ٹ ا کر کے اور ح ت ََا چ نت د
ق ی یق ب مذ او ن ی وا در ت ے ملک کے چ ن د م پا ل ا
مت ت فن ب
گاؤں می ں چ ال جف ا ا کے نو تمق ت ول کے ث ے ۔ شاور راتق خ گوس د ھی سا ھ لی تئ ا ہ
کے ورا شوں سے معا ی ث اور م ت در وا یق تں ول ت ے مذہ ب ثی پ ی وا ت کے ل ے ۔اس ہ
اس کا ن م ہ ط
ول کے ور اء تچ قد ت روط پر ف ے کہ ق ے ہ ی ں ۔ اور اک ر ایسا و اتہ لبتکر ق نن
ل ن
ں اور اگر ب ول ہ کری ں ت و ا ل ع ی دا خ طر ی ا ےہی نت درگذرتکر دی ’’ وا ضے‘‘ ب ول کربکے ن ن
ے ۔اور ٓا ر کار ام کر کے دوب ارہ ج ا ا ہ ع ی دال حٰی ن نکیتراتق ھی ’’ وا تے‘‘ کا ا ظ
()49
ے ۔‘‘ اس کا ’’ واے‘‘ ب ول کر ل ی اج ا اہ
ترجمه:د انتقام د جذبې باوجود کۀ قاتل هغه څخه ننواتې بوځي نو د مقتول ورثان اکثر هغه معاف کړي
ـ ددې صورت داسې وي چې قاتل د خپل ملک يو څو تکړه خانان او مذهبي مشران را يــو ځــائې کــړي
او د ډالۍ په توګه ځان سره يو څو چېلۍ هم بوځي ـ او د شپې په وخت د مقتول کلي ته الړ شــي ـ ددۀ
د پاره مذهبي مشران او خانان د مقتــول د خانــدان نــه معــافي اوغــواړي ـ او اکــثر داســې کــېږي چې د
مقتول وراثان په يو څو شرطونو ددۀ ننواتي قبول کړي او معافي ورکړي او کۀ قبول نه کړي نــو قاتــل
د وړوکي اختر يا د لوئے اختر په شپه بيا د ننواتې بندوبست اوکړي ـ او آخر ددۀ ننــواتې قبــول کــړلے
شي ـ
د دې اقتباساتو مطلب دا دے چې د ننواتې مطلب د خپلو بدو نه
توبه تائب کېدل دي ،خپله عاجزي خاکساري کول دي او د خپل مقابل د قهر او غصــې نــه پنــاه او امن
طلب کول دي ۔ چې يوه ډله يا يو کس د خپلو بدو د معافۍ طلب ګار شو دغې ته ننواتې وائي بيا د دې د
پاره چې هغه هره الره په کار راولي قرآن ځان سره وړي ،خپل ماشومان او تورسري ننواتې لــه ځــان
سره بيائي ،خپل دستار خپل مقابل ته د خپله سره کوزه وي ،خپله وسله خپل مقابل تــه ايــږدي۔ بس هــره
هغه الراو طريقه به په کار راولي چې د مقابل زړۀ پرې ځان ته نرم کړي او هغه پدې پوهه کــړې چې
زما نه دا بد شوي وو ،دا ناروا شوې وه ،زه په خپلو بدو پېښمانه او ســتومانه يم۔ دا ضــروري نــده چې
په هره معامله کښې به ننواتې اومنلے شي ځــنې معــاملے او شــخړے داســې هم وي چې پــه هغې کښــې
مقابل ننواتے اونه مني يا د نورې درنې ننواتې او نورې عزت مندې ننواتې مطالبه اوکړي۔ پــدې کښــې
هغه د تاوان ،معاوضې ،هرجانے د زياتولو خبره هم کــولے شــي۔ بهرحــال ننــواتې د دواړه فريقــو تــر
مينځه د مکالمې او خبرې اترې د شروع کولو يـوه داسـې الر ده چې د دواړه فريقـو د پـاره د عـزت او
درناوي سبب دے۔ د ننواتې په ذريعه د خپــل هغــه مخــالف او دښــمن چې تــا نــه ورســره بــد شــوي وي،
زياتې شوې وي د هغه دا دښمنۍ ،قهر ،غضب او تــاؤ د پنــاه او امن او صــلحې او روغې پــه شــکل او
54
صورت کښې اَړ ولے شي۔ د ننـواتې مطلب هم دغـه دے چې مـا نـه بـد شـوي دي ،زيـاتې شـوے دے ،
ناروا شوي دي او زه په خپلو کړو باندې پېښمانه او ستومانه يم ۔
بدل :
د پښتو او پښتونولۍ د دستور مطابق بدل په دوه رنګه کېدے شي ،يو خو هغه بدل دے چې تــا
سره چا الس امداد کړے دے ،د کار روزګار ،قرض ،پور ،ورکړو راکړو يا پــه ســختۍ نــرمۍ کښــې
درسره منډه ترړه کړې ده ،يا داسې څۀ نور معاشرتي او سماجي معاملو کښې ستا پکــار راغلے دے۔ د
هغه دغه عمل او کار په پښتنه معاشره څوک هم نه هېَر وي او د داسې موقعې او وخت په انتظــار وي
چې د هاغه کس دغه ښه والے ،الس امداد ،ورکړۀ راکړۀ ،منډه تــرړه او د خــدمت بــدل پکښــې خالص
کړلے شي۔ د بدل دغه صورت او شکل د هرې معاشرې د پاره سودمند دے ۔ پدې جوړ اولس يو بل ته
نزدې کېږي ،مينه محبت او ورورولي ئې پرې زياتېږي او په معاشره کښې يـو جوښـت تـړون پېـدا
کېږي۔ دا قسمه سماجي بدل هم هر پښتون تر خپله وسه په ځان نه پرېږدي او د خالصــولو کوشـش ئې
کوي ۔
د بدل هغه صــورت چې د څــۀ مــرګ ،ژوبلې د عــزت او نــاموس د نقصــان صــورت
ګرځېدلے وي۔ دغه بــدل د انتقــام ( )Revengeپــه صــورت کښــې پــه مخــه راځي۔ د انتقــام اور ډېــر
خطرناک وي او په پښتنه معاشره کښې د دې صورت ډېر هيبت ناک او يــروونکي شــکل کښــې مخے
ته راځي۔ پښتون چې وس ئې اورسي خپل دغه بدل چرته هم نه پرېږدي ،د مــړي پــه بــدل کښــې مــړے
کول د ژوبلې په بدل کښې بل ژوبل کول ،د خپل عزت او ناموس بدل اخستل په ځان فرض ګڼي ۔ د بدل
د دې صورت په حقله ډاکټر سلطان روم ليکي:
ترجمه:ګر چې د انتقام په صــورت کښـې د بـدل منفي نـتېجې وي ،ولے چې دا د نـه ختمېـدونکې
خون رېزۍ سبب جوړېږي کوم چې د صدو پورې جــاري وي او ډېــر بې ګنــاه هم ددې ښــکار شــي او
خپل ځانونونه اوبائيلي ـ ولے ددې مثبت اثراتو کښــې هم څــۀ شــک نشــته ،چې د اهميت نــه ئي انکــار
نشي کېدے ـ د بدل په ګڼو طرېقو ارزښتناک هم دے لکه د امن باال دستۍ او د انسان عزت او غېرت
دحکومتي مشينري،حکومت ،د قانون نافذ کولو واال ادارو د نشت والي په صــورت کښــې قــائم ســاتي ـ
قتل ،جنګ ،جګړه د چا بې عزتي کولونه اول ددې نتائج او اثرات ،نه يواځې ددې پــه کــونکي بلکې دده
په خاندان ،قبېلې بلکې په راتلونکي نســلونو پــورې د خورېــدلو فکــر ،کــونکي لــه بــار بــار پــه ســوچ
مجبوروي ـ ګر چې د بدل ډېرې خامۍ شته ولے د ژوند ،جائېداد ،عزت او د وقار د تحفــظ د پــاره يــو
مهم کردار ادا کوي ـ او د زور او طاقت د پاره رکاوټ جوړېږي ـ ولے چې يو جرم ،قتل يا څۀ تکليف
وغېره پټ نشي پاتې کېدے د هغې په ظاهرېدو ،د زمکې نه بهر ته په راتلو يا نيولــو يــو اوږد وخت
ولے اونه لګي ـ او چې څنګه دا راز څرګند شي نو په يوې ډلې بــدل اخســتل ال زم شــي او پــه بلې ډلې
ادائيګي ال زم شي ـ پدې وجه بدل يو طاقت ،د مساوات يوه ذريعه او د څۀ غلط کار نه د بچ کېدلو يوه
معاهده ده ـ بدل حق ګڼلے شي او بدل نه اخستو واال ته سپک کتلے شي ـ
د دې نه دا واضحه شوه چې د بدل او انتقام منفي اثرات هم شته۔ د انتقام دغــه اور تــر عمرونــو
چلېږي او نسلونه د دې اور خوراک شي ،خون ريــزي ،قتــل پســې قتــل ژوبلې او نــور جــاني او مــالي
تاوانونه د بدل او انتقام په صورت کښې په مخۀ راځي او اکثر پکښې داسې هم اوشي چې بې ګنـاه پـدې
کښې دل شي بس چې په اصل دښمن الس بر نشي يا هغه قابو رانشــي د هغــه پــه بــدل کښــې د هغــه بــل
56
ورور عزيز اووژلے شي۔ دغه بيا يوه نــه ختمېــدونکے سلســله روانــه شــي چې کورونــه وران کــړي،
نسلونه تباه کړي ،او بيا کله خو دغه سلسله قومونو او قبيلو ته واوړي۔
خو د انتقام څۀ لږ ډېر مثبت اړخ هم په مخه راځي هغه دا چې د بدل او انتقــام د ويــرې
نه د قتل ،مقاتلې او جنګ جګړې او ژوبلې امکانات کمېدے هم شي۔ ځکه چې په معاشره کښــې د دې
خبرې احساس او فکر وجود لري چې که چرته مرګ ،ژوبله يا جنګ جګړه يو ځل پېل شــوه بيــا دغــه
سلسله اودريږي نه ،بدل به خامخا اخســتے شــي ،تــاوان بــه ارومــرو رســي۔ پــدې ســبب هــر کس بيــا دا
کوشش کوي چې څۀ داسې شخړے او جنګ جګړے ،مرګ او ژوبلے ته مخــامخ نشــي چې بيــا تــرې د
هغه نسلونه نه خالصېږي او تر عمرونو روانه وي چې پکښې د مال ،اوالد ،جائېداد ،کــورکلي ،قــام
قبيلې نقصان او زيان وي۔
مېلمستيا:
مېلمستيا د پښتنو د معاشرې يو ډېر لوئے مهم خاصيت دے۔ دمېلمــه پــه راتــګ بانــدې پښــتانه
خفه کېږي نه بلکې خوشحالېږي۔ مونږ دا نشو وئيلے چې دغه خاصيت به د دنيا په نــورو قومونــو او
قبيلو کښې نه وي۔ يقينًا چې داسې معاشرې او خلق شــته چې هغــه مېلمــه د رحمت او خوشــحالۍ ســبب
ګڼي۔ خو د مهمان نوازۍ کوم رنګ او کوم روايت چې د پښتنو په معاشره کښــې مونــدلے شــي پــه هغــه
انداز او رنګ کښې شايد چې بل چرته اوموندلے شي۔
د مېلمه مختلف صورتونه دي ،خپل رشته داران ،ياران دوستان د قوم قــبيلې او عالقې خلــق د
مېلمه په جوړ پېښه کوي او کوربۀ د خپل وس دست مطــابق بلکې بعض وخت د خپــل طــاقت او وس
دست نه زيات رنګ کښې د مېلمنو قــدر عــزت او درنــاوې کــوي۔ خــوراک څښــاک او د اســتوګنے پــه
درناوي او قدر سره بندوبست کوي۔ د مېلمه بل قسم هغه دے چي هغه د چا خپل يا رشته دار نه وي يا
د هغه سره هيڅ قسم رشته او تعلق نه وي۔ داسې مېلمه تــه خــدائي مېلمــه وئيلے شــي او د دې مېلمــه
قدر عزت او درنـاوې هم هغـه شـان کـولے شـي لکـه چې څنګـه د خپـل رشـته دار ،عزيـز ،دوسـت او
پېژندګلو واال مېلمه وي۔ د پښتنو په معاشره کښې چې څــوک مېلمــه دوســت او مهمــان نــواز نــه وي
هغه ته په سپک نظر کتلے شي او په معاشره کښې د هغه مقام او مرتبه پــرې کمــېږي۔ کــه يــو ســړے
غريب هم وي خو د پښتو او پښتونولۍ تقاضه ده چې د مېلمه نه وروســتو کــېږي نــه ،مېلمــه تــه پــه
روڼ تندي هـرکلے وائي ،او خپلـه تنـګ دسـتي او الچـاري هم ورتـه پـدې کښـې خنـډ او رکـاوټ نشـي
اچولے۔ د حمزه شينواري دغه شعر د دې خبرې څومره ښکلے هنداره ده:
د مېلمه دوستۍ د روايت اندازه دې نه هم کېدے شي چې که چرتــه د ســړې يــو دښــمن هم پــه
هغه مېلمه شي نو کوربه به ئې د مېلمستيا خاطر او قدر ښه پوره کوي ،دښمني په خپــل ځــائې خــو د
57
مېلمه په صورت کښې د هغه سره دښمني په هغه وخت په ځائې پاتې وي او د ترخو سترګو پــه ځــائې
ورته په خوږو سترګو کتلے شي لکه چې حمزه بابا وائي:
ســــــــتا د ترخــــــــو بــــــــه دا عالج وي چې پــــــــه کــــــــور درشــــــــم
()52
ننــګ د پښــتو بــه دې مېلمــه تــه کــړي خــوږې ســترګې
د مېلمه دا روايت تر ډېره حده نن هم ژونــدے دے ،هــر پښــتون تــه پتــه ده چې نن زه پــه کــوم
دسترخوان لګيا يم ډوډۍ خورم او د مېلمستيا خوند اخلم سبا بــه زمــا پــه کــور وي زه بــه هم مېلمســتيا
ورکوم او هلته به زه کوربه يم او دا نور به مېلمانۀ وي۔ مېلمه د کوربه په دســترخوان ښــۀ پــه اوچتــو
سترګو د مېلمستيا نه خوند ځکه اخلي چې هغه ته معلومــه ده چې صــبا بــه زه هم مېلمســتيا کــوم ۔ يــو
انګريز ليکوال جيمز ډبليو سپين( )James W. Spainد پښــتنو د مېلمســتيا د دې روايت پــه حقلــه
ليکي:
ت ت ق ئ
ېږي چ ې مېلمه رې پوزې له راش ي ـ که هغ ه اج ن ب قي وي کوم پ دې پوهـ عمال ت رج مه :دا پ ه ب ا نلو کښې ت ر دې حده اس
ق ش
وي چ ې نهغش ه ددې ب دل ي واپس کولې ـ يا څوک ب ائ يلي چ ې کوم ت ه دا يره وي چ ې که داسې مو ع راش ي چ ې زه دا
مېلمست يا م واپس کولے ـ
يقينًا چې د نن کوربه د سبا مېلمه وي خو زمونږ په معاشره کښــې د مېلمســتيا پــه روح کښــې
دغه فکر داسې هم کار نه کوي چې ګويا دا يو بدلي عمل دے چې صبا ئې خالصول ضــروري دي کــه
داسې وې بيا خو به د حجرې جمات هغــه مېلمــه چې څــوک ئې نــه پــېژني او د چــا ســره ئې تعلــق او
واسطه نه وي بلکې حقيقتًا مسافر وي ،د هغه خو به هډو چا پوښتنه نه کوله او هغه به نهر پاتې کېدو ۔
د مېلمستيا دغه روايت نن هم په پښتنه معاشره کښې قائم دے او نن هم خلق مېلمه ته په روڼ تندي او
خوشحالۍ سره هر کلې وائي۔
بدرګه:
بدرګه هغه کس يا کسانو ته وئيلے شي چې د چا سړي يا د يــو ډلے يــا د يــوې قــافلې د
حفاظت د پاره مقرره شي چې هغه سړے يا هغه ډله يا قافله په حفاظت سره د خطرې د ځــائې نــه خپــل
منزل ته اورسوي۔ جېمــز ډبليــو ســپين ( )James W. Spainد بــدرګې پــه حقلــه وائي چې دا يــوه
حفاظتي دسته ده چې يو سفارت يــا يواجنــبي يــاتردې چې دښــمن تــه هم دحفــاظت ضــمانت ورکولــو پــه
58
خاطرکارورکوي۔ ( )54ډاکــټر انعــام الرحمــان او ايلن ويــارو د بــدرګې وضــاحت داســې کــوي چې دا يــو
()55
سماجي فرض دې چې خپل دښمن له هم د خپلې عال قې نه په حفاظت سره تللو ته پرېدي۔
بدرګه چې جلب ورته هم وئيلے کېږي د مېلمستيا او عــزت او درنــاوي پــه طــور هم
کار کوي يا مېلمه ته دوست ته د رخصت په وخت د حفاظت سره سره د عــزت او درنــاوي د پــاره هم
کولے شي ۔ بدرګه د ملګرتيا او حفاظت په معنو کښې ستر خوشحال خان خټک داسې بيانوي ۔
ترجمه :په لنډو ټکو کښې دا وئيلے کېدے شي چې په کوم سړي کښې هغه ټــول خصوصــيات موجــود
وي چې د کومو تقاضه د پښتو ضابطه اخالق کوي نو هغه سړي ته ننګيـال يعـني د ننـګ خاونـد وئيلے
شي۔ په پښتو ژبه کښې د يو پښتون په يو ځانګړې ټکي کښې تشريح کولو د پاره د اعٰل ی نه اعٰل ی صفاتو
د پاره تر اوسه د دې نه غوره ټکے نه دے وضع شوے۔ د يــو پښــتون د پــاره د ننــګ د وضــاحت کولــو
هيڅ ضرورت نشته ۔ دا ټکے اورېدو سره هغه د دې اصل مفهوم فورًا اخذ کړي ۔
59
پښتو ټپه کښې د ننـګ پـه حقلـه دومـره څـۀ وئيلے شـوي دي چې د ننـګ پـوره
مفهوم او مطلب تــرې ډېــر پــه ښــه جــوړ واضــح کېــدلے شــي ۔ پښــتنه محبوبــه بې ننګــه محبــوب هــډو
خوښوي نه ۔ چې په ننګ کښې په تورو ټوټې ټوټې راشي په هغــه محبــوب نــازيږي۔ د ټوپــک پــه ګولــو
سورې سورې اشنا ورته خوښ دے خو د بې ننګۍ آواز ئې نه دے خوښ:
د "مرِد ننګيال" دا تصور يو آئيډيلي تصور دے د يو داسې پښتون تصوردے چې هغــه د پښــتو
او پښتونولۍ په ټولو صفاتو رنګ وي۔ خوشحال خان خټک ته خو د ننګيالي بس دوه کــاره پکــار دي يــا
ميدان ګټلے يا خپل سر بائيللے:
پـــــــــــــــــه جهـــــــــــــــــان د ننګيـــــــــــــــــالي دي دا دوه کـــــــــــــــــاره
()63
شــي کــامران يــا بــه ککــرۍ اوخــوري بــه يــا
پت:
60
خپله رشته ،خپلولي ،تعلق ،دوستي ،ملګرتيا او تعلقات قائم ساتل ،پالــل پــه غم ښــادۍ او ســخته
نرمه کښې ترې تپوس پوښتنه کول او که ضرورت وي ورسره الس امــداد مرســته او ملګرتيــا کــول۔ د
خپل مشراو د رشتو او تعلقاتو او يارۍ دوسـتۍ خـاطر کـول او هغـه قــائم سـاتل هغـه صــفات دي چې د
پښتو او پښتونولۍ په اصطالح کښې ورته "پت" وئيلے شي۔ مال دولت ،مرتبــه ،جائيــداد ،اوالد او نــور
داسې ټول څيزونه چې د يو سړي د شان شوکت ،قدر عزت او نوم نامود د پــاره ضــروري ګڼلے شــي،
که دغه ټول يو کس سره وي خو هغه پت پاللو کښې پاتي راشي د پښتو او پښــتونولۍ پــه آئين او قــانون
کښې هغه هيڅ سړے نه دے۔ دغه ټول صفات او مرتــبے هلــه خونــد کــوي چې هغــه کس پت بانــدې هم
پوهېږي او پت پالي هم۔ د پښتو ټپه کښې پتي مسلي يار ته د بې پته شهزاده يار نــه پــه ښــۀ نظــر کتلے
شوې دي:
چې پت پالي مسلي يار کا
()64
بې پته يار که شهزاده وي ورک دې شينه
پت د پښتو او پښتونولۍ د آئين او دســتور لــه رويــه دومــره ضــروري او ال زم ګڼلے شــي چې
ترې مخ اړول په هيڅ ډول قابل قبول نه دي۔ څوک چې خپــل پت نــه پــالي هغــه د پت د درونــد ټکي پــه
ځــائې د بې پتــه پــه ســپک ټکي يــادولے شــي۔ خوشــحال خــان خټــک دا د ســړي د پــاره دومــره مهم او
ضروري ګڼي چې د پت د پاره که سر او مال الړ شي هم پروا نه کوي:
ســــــــــــــر دې درومي ،مــــــــــــــال دې درومي ،پت دې نــــــــــــــه ځي
()65
دي پـــه پت خـــوبۍ کـــل چـــارې ســـړي د د
تيګه :جنګ جګړه ختمولو يا بندولو د پاره مختلفې طرېقې او صورتونه اختياَر ولې شي ،په هغې کښــې
يو صورت تيګې هم دے ـ تيګي که هر څـو پـه لغـوي معنـو کښـې کـانړي تـه وئيلے شـي خـو دلتـه د
پښتونولۍ په اصطالح کښې ددې نه مطلب او مــراد ډز بنــدي کــول او يــا صــلح کــول دي ـ د پښــتونولۍ
ددې ذکر حمزه شينواري خپل په يو شعر کښې داسې کوي ـ
آخــــــــــر بــــــــــه تيګــــــــــه کــــــــــړې زمــــــــــا او د رقيب ماتــــــــــه
()66
تـــــــــۀ ورســـــــــره چې کلـــــــــه کلـــــــــه جنګـــــــــوې ســـــــــترګې
حمزه شينواري پخپله په خپل يو مضمونش کښې د" تيګې"د اصطالح وضاحت او تشريح داسې کوي :
ت ئ ش ق خ ن ن ش
کے نما ب ی ن چ ن د را طقپر صلح کرا دی ا کر تے ہ ی ں
ش مذہ ب ی پ ی وا ی ا فم ت در واق ی ن دو د نم وں
ت اس ص
ے ہ ی ں۔ ڑے‘‘ واری اور دی گر ا وام ’’ ی گہ‘‘ کہ ت پ کت کا
ت وام ا دیت شیر ٓا کو لح ن
ص ت ا ت ی گہ پ و زب ان می ں ّھر کو
’’
ےدی ج ا ی ہ ب ان می ں لح یکران پ ت ے ہ ی ں اور جہ ی تکا ڑے
ې کېښود ‘‘ ی ا ’ت يګه ئ ې کېښودهت’ ‘‘ ع تی ھر رکھا گ ی ا ۔ و کہا کرے ہ ں کہ ’’کاڼې ئ
ئ ش ئ ص خ ی ف ق
ے ’’فالني اگر ری ی ن می ں سے کو ی را ط لح کی الف ورزی کرے و کہا ج ا ا ہ
61
ق
م ض ت ص ین ف ن ت ش ن
ے ی گہ ک ی کی ۔ اس لح ی ا ی گہ کے امن ت در تيګه ماته کړه ‘‘ ش ع ی تالں ش خ ن
ت پ ہ
ں۔ ہ
ی یے د سزا کو کن گہ کر ا وا ی ی ب مذ او ن وا ی
قت ن ج ی ن ن
()67
ف ئ ش
ن
ران او طا نور خ قا ان د دوو دښما ا و پ ه مين ځ کښې پ ه څ تو را طو ب ا دې صلح اوکړي ـ دې صلحې تغ ته آ ريدي
ش
م ب مذ : م تق رج
ن
ومون ه "کاڼې " او ش ي نواري او ور ومون ه " ت يګه" وائ ي ـ کاڼې يا ت يګه پ ښ و ژب ه کښې ګټې ت ه فوائ قي اون چ ې کله د ه و ر مين ځه
ي ه ه
ترجمــه :دا خــبره د ذکــر وړ ده چې کومــو پــه دې موضــوع بانــدې پــه انګريــزۍ کښــې ليکلي دي ،پــه
مجموعي طور د "پښتو" اصطالح ئې نظر انداز کړې ده او يوازې ئې پښتونولي استعمال کړې ده ۔ پــه
بنيــادي توګــه د پښــتو اصــطالح د خلقــو د ژونــد کــړۀ وړۀ يــا ضــابطه حيــات او ژبې دواړو د پــاره
استعمالېږي ۔ بله دا چې هغو دا (پښتونولي) د (پاکستان) د وفاق د انتظام الندې قبائلي عال قــو د ســياق
او سباق په تناظر کښې ګوري او بيانوي ،چې هغـو پکښـې د يـو څـو قوانينـو ،قاعـدو او احکـامو ذکـر
کړے دے۔ د دې نــه عالوه پښــتو خالصـًتا قــانوني قاعـدو او ضــابطو بانــدې مشــتمله نــه ده۔ دا قاعـدې ،
ضابطې ،قدرونه ،رواجونه ،او د احکامو مجوعه ده۔ دا د مور د غيږې نه ترقبره پورې د ژوند د ټولو
اړخونو احاطه کوي ۔ ګر چې شريعت په پښتو کښې موجود دے ولے څنګه چې اول ذکر شــوې دے دا
د رواج تابع دے۔ کله چې په اسالمي قانون او پښتو کښې تنازعه راپورته شي هلته پښتو بــره وي۔ ولے
بيا هم د وخت تېريدو سره اســالمي تعليم او جديــد تعليم خورېــدو ســره څــۀ بــدلون راغلے دے ،د نــوؤ
قوانينو پېژندګلو او نفاذ او حکومتي مشينرۍ په دې اثر اچولے دے ۔
دا يو حقيقت دے چې اکثر د نورو ژبو ليکونکو او بيــا پــه خصوصــي توګــه انګريــزۍ
ژبه کښې غير ملکي ليکونکو د "پښتو" په ځائې د "پښتونولۍ" ذکر زيات کړے دے او اکثر پدې کښې
دغه اصطالح يوازې د قبائلي سيمو سره تړلے او ګڼلے ده۔ يقيًنا چې پــه قبــائلي ســيمو کښــې د پښــتو او
پښتونولۍ د قوانينو او ضابطو اثر او شدت د نورو سيمو په نسبت زيات دے ،خو پښتو او پښتونولي پــه
څۀ نه څۀ صورت کښې د قبائلي سيمو سره سره نورو پښتنو سيمو کښې هم شته۔ دلته دا خــبره هم ذکــر
شوې ده چې کله هم د پښتو پښتونولۍ رواج او شريعت يو بل ته مخــامخ شــي نــو اکــثر پکښــې رواج او
پښتو په شريعت باندې غالبه راشي او خلق خپله پښتو ټينګه ساتي او اسالم او شريعت وروســتې کــړي۔
په داسې موقعه دا متل کولے شي چې " دا پښتو سـړے کـافر کـړي" مطلب دا شـو چې دا حقيقت ورتـه
معلوم او ښکاره وي چې دا د ،اسالم د تعليماتو په ضد روان يم خو بيا هم پرېخــودو تــه تيــار نــه وي ۔ د
پښتو او پښتونولۍ هغه قواعد او ضــابطې چې د اســالم د روح ســره متصــادم دي هغــه د منفي پښــتو پــه
زمره کښې شامل دي۔ وخت تېريدو سره سره پدې کښې ډېر بدلون راغلے هم دے او د اسالم ،شعور،
او پوهې او فهم د رڼا خورېدو سره به پدې کښې نور هم بدلون واقع شي او داسې هغـه اقــدار چې منفي
دي هغه به پرېخودے شي۔
63
چې د خپلې معاشرې تهذيبي ،ثقافتي اقدار ئې په يو داسې رنګ کښې وړاندې کړي دي چې د حال ســره
سره ئې په مستقبل هم نظر ساتلے دے۔
ادب ،معاشره يا سماج يو بل سره څۀ تړون لري۔ عمران پوهان پدې حقلــه دا وائي چې
ادب يوه سماجي اداره ده چې ژبه د يو ميډيم ()Mediumپه طور استعمالوي او دغه ژبه چې شاعر يــا
ادبي ئې استعمالوي خپله د معاشرې پېداوار دے۔ د دې نه ثابتيږي روايتي ادبي اوزار په خپــل فطــرت
کښې سماجي يا معاشرتي دي ۔ ادب د ژوند نقل دے او ژوند د سماجي حقيقت لويه پېمانه ده۔ رســمونه
رواجونه او د ژوند مسلمه اصول او قاعدې( )Normsد معاشرې نه راټوکېږي او دغه هر څۀ د ادب
اوزار دي چې ادب ترې کار اخلي۔
ادب د فطري دنيا او د فرد د نننۍ دنيا ،د دواړه عکاسي کــوي ځکــه چې صــاحب ادب
يعـني شـاعر يـا اديب خپلـه د معاشـرې غـړے وي ،چې خپـل يـو خـاص ټـاکلے شـوے منصــب لـري ۔
مارکسي نقادان نه يوازې د ادب او معاشرې د تړون مطالعه کوي بلکې هغو سره واضــحه نظريــات او
دال ئل او اصول دي چې د معاشرې او ادب تعلق څنګه پکار دے او د دې مارکسي نقادان خــو زمــونږه
(
موجوده معاشره کښې او د مستقبل غېر طبقاتي معاشره کښې هم د ادب د کردار نه سترګې نه پټوي ۔
)69
شاعر او اديب د معاشرې سره تــړلے دے کــه پــه يــوه معاشــره داســې دور راشــي چې
معاشره د زوال ښکار شي ،د تنزل په طــرف روانــه شــي ،د هغــه معاشــرې خيــاالت ،رائې ،عادتونــه،
خواهشات بــدل شــي۔ د شــاعر او اديب پــه ســوچ فکــر او تخليــق بانــدې هم د دې اثــر کــېږي او هغــه د
معاشرتي دباؤ يا تقاضو سره روان شي۔ خواجه الطاف حسېن حالي ليکي:
" کېدے شي چې د معاشـرې د دبـاؤ يـا د زمـانې د تقاضـو د مخـه پـه شـعر داسـې
حالت راشي چې هغه په ځائې د قومي اخال قو د اصالح کولو د هغې د خرابولــو او
بربــادولو يــوه زبردســته ذريعــه جــوړه شــي۔ دا قاعــده ده چې څــومره د معاشــرې
خياالت ،د هغې رائې ،عادتونــه ،خواهشــونه ،ميالن او شــوق بــدلېږي ،دا تبــديلي
بالکل بې ارادې معلوميږې ځکه چې د معاشرې د حالت سره شــاعر قصــًدا عمــًدا د
()70
خپل شعر رنګ نه بدلوي بلکې هغه د معاشرې سره خپله بدلېږي"۔
ادب د ژوند او معاشرې سره ډېــرې ژورې اړيکے لــري۔ هــر اديب يــا شــاعر
چې څۀ هم تخليق کوي د هغې تعلق او ربط د معاشرې سره وي ۔ د معاشرتي مسئلو سره وي ۔ پــه ادب
کښې شاعر يا اديب خپله معاشره منعکس کــوي۔ او ولے بــه داســې نــه ســي چې فــرد خپلــه د معاشــرتي
وحدت يوه اکائي ده او هر شاعر يا اديب د معاشرې وګړي وي۔ د ادب بنيــادي رشــته او ناطــه د انســان
سره او ژوند سره تړلے ده۔
ادب معاشــيات ،خانــداني تعلقــات ،رويې ،اخال قيــات ،نســليات ،ســماجي ډلې(Social
)Classesسياسي واقعات ،جنګونه ،مذهب ،اقــدار(،)Valuesد ژونــد مســلمه اصــول ( )Normsاو
65
تش ش
ـماجي حقــائقض (Social )Socialogical Dataراغونډوي ۔ ادب د رسمونو او رواجونو په ذريعه سـ
ن
)factsمنعکس کوي ۔ ادب د يوې معاشرې اضطراري عمل ( )Impulsesوي و ه او ا طراب ات (
)Anxietisد محرومۍ احساسات ( )Frustrationد ختمولو او لرې کولــو هڅــه کــوي او پــدې جــوړ
ادب د معاشرې بنيادي سماجي ادارې ()Social Institutionن ه يواځې مضبوطوي بلکه برقراره هم
()71
ساتي ۔
اختر حسېن رائے پوري وائي چې يو اديب پوهېدلو د پاره هغه فضا ،هغه ماحول او
هغه معاشره پوهېدل ضروري دي چې پکښې دغه اديب پرورش بيامونــدے وي۔ اديب د خپلــو جــذباتو
کم او د خپلې فضا د خپل ماحول او د خپل سماج ترجماني زياته کوي ۔ اديب هم انسان دے او هر انسان
د خپــل مــاحول نــه اثــر مــومي۔ دا يــو حقيقت دے چې ادب يــو ســماجي عمــل دے او پــه ســماج کښــې
اوسېدونکے انسـان د دې سـماجي عمـل نـه متـاثره کـېږي۔ داسـې معلومـېږي چې د ادب اوانسـانيت
مقصدونه يو دي ،فرق صرف دا دے چې يو اديب د خپل ماحول ترجماني کوي او عام انسان ترې اثــر
مومي۔ ادب هغه استاد دے چې د قصو او سندرو په ذريعه انسانيت ته د ژوند رموز رابرڅېره کوي۔ د
ادب اصل مقصد او مرام هم دغــه دے۔ ګــر چې داســې مثالونــه هم شــته چې ادب د خپــل مــاحول نــه بې
خبره پاتې شوے دے ،د خپل اولس ضمير ئې اوده کړے دے۔ د ژوند د ترخو حقيقتونــو نــه ئې ســترګې
()72
پټې کړي دي او خپل اولس سماج او معاشرې ته ئې تش خوبونه ښودلي دي ۔
په دې کښې هيڅ شک نشته چې شاعر او اديب چې څۀ ليکي څۀ تخليق کوي ،پــه هغې
کښې ددۀ د داخلي کيفيت لوئے الس وي۔ خو د شاعر او اديب پـه داخلي کيفيت کښـې د ده د معاشـرې د
خارجي اسبابو ،حاال تو ډېر لوئے الس وي ۔
د يو شاعر او اديب سره الهامي ژبه يو اضافي هنر دے چې د فطــرت ورکــړۀ ده نــور هــر څــۀ
هغه د خپلې زمانې ماحول او معاشرې نه اخلي چې مونږ ورته معاشرتي يا سـماجي نظـام وايـو۔ حقيقي
ادب او سماجي عمل ال زم او ملزوم دي ،دا د ګل او خوشبو تړون لري۔ دا يو حقيقت دے چې مــونږ او
زمونږ معاشره يا سماج د ادب په ذريعه خپل بلــوغت تــه رســو۔ ډاکــټر جميــل جــالبي د لفــظ او انســان د
سماجي رشتې په حقله ليکي:
" لفظ' انسان کے سماجی رشتے کا پہال عمــل ہے اور اس لــیے 'زبــان'
انســان کی ســب ســے اہم ســماجی ســرگرمی ہے اور چــونکہ 'ادب' بھی
لفظوں کی ترتیب و تنظیم سے وجود میں آتا ہے اس لیے خود ادب بھی
بنیادی طور پر ایک سماجی عمل ہے اور ہمیشہ سے ایک سماجی عمل
رہا ہے اس کے معنی یہ ہیں کہ سماجی عمــل ادب کے وجــود میں ،اس
کے مزاج میں ،اس کے خون میں شامل ہے۔ اور یہی اس کا پہال بنیادی
رشتہ ہے۔ اس رشتہ کی وجہ ســے ادب انســان کے ســماجی رشــتوں کــا
66
سب سے اہم مظہـر بن کـر قـوم کی روح کے اظہـار کـا سـب سـے بـڑا
وسـیلہ بن جاتـا ہے۔ انسـانی زنـدگی اور معاشـرے میں چـونکہ لفـظ کی
بنیادی اہمیت ہے اس لیے لفظ کے تعلق سے زبان اور زبــان کے تعلــق
ســے ادب کی بھی بنیادی اہمیت ہے۔ وہ معاشــرے جن کے ہــاں اچھے
اور صحت مند ادب کی تخلیق بند ہوجاتی ہے ،زوال پذیر ہو کــر کســی
()73
دوسرے معاشرے میں جذب ہوجاتے ہیں۔
ترجمه :لفظ د انسان د سماجي رشتې اولنے عمل دے او دې د پاره ،ژبه ،دانسان د ټولو نه مهم سماجي
عمل دے او ادب د لفظونو د ترتيب او تنظيم نه په وجود کښې راځي ،پدې سبب خپله ادب هم په بنيادي
طور سره يو سماجي عمل دے او تل يو ســماجي عمــل پــاتي شــوے دے۔ د دې مطلب دے چې ســماجي
عمل د ادب په وجود کښې په مزاج کښې ،په وينه کښې شامل دے او دغــه ئې اولــنۍ بنيــادي رشــته ده۔
هم د دې رشتې په سبب ادب د انسان د سماجي رشتو د ټولو نه لوئے سماجي مظهـر او د قــوم د روح د
اظهار د پاره د ټولو نه لويه وسيله جوړه شي۔ په انساني ژوند کښې د لفظ بنيادي اهميت دے ،د لفــظ د
تعلق په سبب ژبه او د ژبې د تعلق په سبب د ادب هم بنيــادي اهميت دے۔ هغــه معاشــرې چې پــه کومــو
کښې د ښه او صحت مند ادب تخليق بند شي په هغو زوال راشــي او پــه يــوه بلــه معاشــرې کښــې جــذب
شي"۔
معلومه دا شوه چې ادب او معاشره د يو بل نه په هيڅ جوړ جدا کېدے نشي۔ ادب که د
ژوند نقل دے يا د ژونـد هينـداره ده خـو خپـل ټـول مـواد کـه د لفظونـو پـه صــورت کښـې وي او کـه د
احساس ،فکر او تجرباتو په صورت کښې ،خو ماخذ او بنياد ئې هم دغه معاشره ده۔
خپل اولس او معاشره کښې د ادب پــه خــوږې او پرتــاثيره ژبــه د شــعور او انصــاف ،پــوهې او بيــدارۍ
احساسات رالړزولي دي۔ ډاکټر يار محمد مغموم د شاعر د دې قومي شعور په حواله ليکي:
" شاعر چونکې د قومي قافلې سرخېل وي نو ځکه د هغه آواز د قافلې د جرس پـه
شان د هر چا په غوږونو کښـې لګي۔ دغـه غـږ مـړ احسـاس ژونـدے کـوي۔ د هغـه
چغې اودۀ قومونه غفلت له خوبه راويښوي۔ هغه د قوم په درد دردېږي او د قــوم پــه
خوشحالۍ خوشحالېږې۔ کله چې په قــوم د خوشــحالۍ ورځې راشــي نــو دې د قــوم
سره خوشحالي شريکوي او د خوشحالۍ سندرې وائي ـ خــو هــر کلــه چې پــه قــوم د
خوشحالۍ د دور دوره په ختمېدو شي نو د ټولو نــه اول شــاعر تــه احســاس اوشــي
اوس دې د زلفو او رخسار سندرې پرېږدي۔ د دۀ په رګونو کښې نــوې وينــه جــوش
اووهي د دۀ هره خبره د شعر په جامــه کښــې د تــورې نــه تــېره او پــه اثــر کښــې د
()74
غشي نه تېزه شي۔ دے د قوم غړيو ته د ذمه دارۍ پوره کولو درس ورکوي"۔
ګويا دلته بيا شاعر خپل معاشرتي منصب سمبال کړي او د ګل و بلبل د قصو پـه ځـائې
د سپينو تورو د برېښنا خبرې کوي د زغرو خبرې کوي۔ ځکه چې پــه قــوم بانــدې داســې وخت راغلے
دے چې د قوم آزادۍ ته خطر دے ،ملک ته خطر دے۔ او چې کلــه شــاعر دا ويــني زمــا معاشــره ،زمــا
قوم ،د مخ په بره تلو په ځائې د تنزل ښکار شوے دے يا ښکار کــېږي بيــا هلتــه شــاعر د خپــل قــوم او
اولس د پاره د اصالح خـبره کـوي داسـې خـبره کـوي چې پـه کـوم يـو قــوم ،يـوه معاشـره پـه اخال قي،
سياسي ،تهذيبي ،معاشي ډول سره د نورو ښو او ترقي يافته قومونو سره سيال شي۔ شاعر د خپــل اولس
او د معاشرې د جذباتو احساساتو ،غمونو ،خوشحالو سره بلد هم وي او پدې کښې شــريک او شــامل هم
وي ۔ د شاعر احساسات ،تخيل او تصور هم د خپلې معاشــرې خپــل ســماج ،او خپــل اولس نــه راپورتــه
کېږي ،هغه چې څۀ ويـني ،ګـوري او محسوسـوي ،هم هغـه د خپلې شـاعرۍ پـه ژبـه وړانـدې کـوي۔
پروفېسر مسعود حسېن ليکي چې د يو شاعر خياالت ،نظريات او عقائد خيــالي او تصــوراتي نــه وي
بلکې د شعر خياالت ،نظريات او تصورات د ژوند د حقيقتونو نه راوالړېږي۔ د شــاعر احســاس هغــه د
خپل چاپېرچل نه خبر ساتي ،هغه د معاشرې درد محسوسوي او پــه هغې بانــدې خپــل قلم پورتــه
()75
کوي ۔
َز ړه شاعرۍ يا کالسيکي شاعرۍ کښې د هغه وخت شــاعرانو د خپــل اولس او د خپلې
معاشرې او سماج خبره کړې ده او اوسنے نقاد دا الزام نشي لګولے چې د هغــه وخت شــاعري د خپــل
اولس او معاشرې نه سترګې پټې کړې وې۔ په کالســيکي ادوارو کښــې هم پــه شــاعرۍ کښــې ځـائې پــه
ځائې د معاشرتي شــعور عکس ډېــر واضــح پــه نظــر راځي چې د دنيــا د هــرې ژبې پــه ادب کښــې ګڼ
شمېر مثالونه وجود لري۔ دغه رنګ د جديد دور شاعرانو بيا په خصوصي توګه پدې اړخ باندې زيات
څۀ ليکلي او وئيلي دي۔ ادب او معاشره د يو بل د پاره ال زم او ملزوم دي۔ د دواړو رشته او تعلق د يــو
بل سره ډېر جوخت او مضبوط دے ،پروفېسر نعيم ليکي:
69
" ادب او ر معاشرہ دونوں ایک دوسرے کے لیے الزم و ملزوم ہیں ان
کی ہم رشتگی کو کسـی طـرح بھی جـدا نہیں کیا جاسـکتا ہے۔ یہ قطعی
مربوط نہ ت
ہو۔
ت ناممکن ہے کہ ادب جس زمانے سےق تمتعلق ہے اسی سےئ
ادیب جب بھی اپنے عمرانی نسماج ی ا نصادی اور س ی اسی مسا ل پر ب صرہ کر ا
س ین ن ش ن ب ن
ے معا رہ کا کسی طرح ھی ظ ر ا داز ہی ں کر کت ا ۔ ع ی اپ
ت ے ماحول کو کسی ے ،وہ اپہ
ہ ض ت ت ن
()76
ے۔ " ہ سی حد ک رج مان رور و ا ہ ک
ترجمه :ادب او معاشره دواړه د يو بل د پاره ال زم او ملـزوم دي۔ د دوئي رشـته پـه څـۀ جـوړ هم نشـي
جدا کولے۔ دا قطعي ناممکنه ده چې د کــومې زمــانې ادب وي ،هغــه زمــانې ســره دې مربــوط نــه وي ۔
اديب چې کله هم په خپلو عمراني ،سماجي ،اقتصادي او سياسي مسائلو باندې تبصره کــوي ،هغــه خپــل
ماحول په هيڅ جوړ هم نشي نظر انداز کولے ،يعني د خپلې معاشرې څـۀ نـه څـۀ حـد پـورې ترجمـاني
ضرور کوي ۔
خواجه الطاف حسېن حالي په خپل کتاب" مقدمه د شعر او شاعري " کښــې د شــعري ادب پــه
اهميت او په معاشرې باندې د دې د اثراتو په حواله ګڼ مثالونه ورکړي دي لکه چې پـه يـورپ کښـې د
شاعرۍ نه په سياسي معامال تو کښې لوئے کار اخستے شوے دے۔ د ايتهنز او مګارا د خلقو تر مينځــه
هغــه اوږد جنــګ چې د ســيلمس جزېــرې بانــدې روان وو او د ايتهــنز خلقــو مسلســل شکســت پــه ســبب
حوصله بائللې وه او د جنګ نـه الس پـر سـر شـوې وو۔ د ايتهـنز مشـور قـانون دان سـولن قصـًدا ځانـه
لېونے کړو او د کوره اووتو او دردناک اشعار ئې وئيل شروع کــړل چې پکښــې خپــل قــوم تــه د هغــو
عظمت رفته ياد کړو او د هغو غېرت ئې راولړځوؤ۔ تر دې چې د ايتهــنز خلــق بيــا راپورتــه شــول او
هغه جزيره ئې د دښـمن نـه بېرتـه واخسـته چې هغـه تـرې قبضـه کـړې وه۔ حـالي د شـعر دا هميت او
ارزښت په حقله د انګلستان د شاعرانو ،د فرانس د شاعرانو ،د عربـو د شـاعرانو ،د ايـران د شـاعرانو
لکه د رودکي ،عمرخيام ،او فردوسي د شاهنامې ذکر د شــعر د اهميت او تــاثير پــه لــړ کښــې پــه جــامع
انداز سره کړے دے۔ چې څنګه چې دور شاعرانو د خپــل کالم پــه ذريعــه پــه خپــل قــوم او اولس کښــې
()77
ژوند راپېدا کړو او په هغو کښې عزم،حوصله پېداکړه۔
حقيقت دا دے چې شاعري د خلقو احساسات او جذبات راپــاروي او خپــل اوريــدونکے
او لوستونکے په داسې انداز سره عمل ته يا يو کار ته تيار کړي لکــه چې دا پــه حواســو او ذهن بانــدې
چا جادو کړې وي۔ د شعر د دې وصف په حقله شبلي نعماني ليکي چې :
" اس قدر سب تسلیم کرتے ہیں کہ شعر کانمایاں وصف جذبات انســانی
کا برانگیختہ کرنا ہے ،یعنی اس کو ســن کــر دل میں رنج یا خوشــی یا
جوش کااثر ہوتا ہے ،یہ خصوصــیت شــاعری کــو ســائنس اور علــوم و
فنون سے ممتاز کردیتی ہے ،شاعری کا تخــاطب جــذبات ســے ہے اور
ســائنس کــا یقین ســے ،ســائنس اســتدالل ســے کــام لیتــاہے اور شــاعری
70
ترجمه :دومره قدرې ټول مني چې د شعر ښکاره صفت انساني جذبات راپاروي ،يعني (شاعر) اورېدو
سره په زړۀ کښې غم يا خوشحالي يا د جوش اثر پيدا کوي ،دا خصوصيت شاعري د سائنس او علومو
فنونو نه بيلوي ،د شاعرۍ مخاطبه د جذباتو سره وي او د سائنس يقين سره ،سائنس د اســتدالل نــه کــار
اخلي اور شاعري محرکات په کار راولي۔ سائنس د عقل په مخه څــۀ علمي مســئله وړانــدې کــوي ،خــو
شاعري احساساتو ته ښکلي منظرونه ښائي ۔
د نقادانو يوه ډله پدې خبره زور ورکوي چې شاعري د شاعر د ذات پورې اړه لــري او شــاعر
په شــاعرۍ کښــې د خپلــو ذاتي احساســاتو ،جــذباتو ،آرزوګــانو ،اظهــار کــوي ،او د شــاعر د دې ذاتي
احساساتو ،جذب اتو او تجرباتو څۀ عمراني ارزښت او قدر او قيمت نه وي۔ معاشــرې او اولس تــه د ده د
شاعرۍ نه څۀ خاص فائده نه رسي او دا رنګے شاعري خو ذاتي احساساتو ،جذباتو او تجرباتو د پاره
د څۀ سکون ،آرام ذريعه کېدے شي خو د معاشرې اوسېدونکو ته ترې هيڅ فائده نه رسي ۔ پدې خبره
کښې څۀ قدرې حقيقت موجود هم دے خو کلي طور سره دغه رائې صحيح نـه ده ۔ هغـه داسـې چې کـه
شاعر هر څو هم د خپل ذات او وجود په حصار کښې ګېر وي او هغــه خپــل احساســات او جــذبات پــه
شعري رنګ کښې ليکي ،خو په دنيا کښې شايد چې داسې شاعر وي چې د هغه شاعري سل پــه ســله د
هغه د ذات په حصار کښـې ګـېره وي او هغـه د خپـل چاپېرچـل ،خپلې معاشـرې او سـماج او د خپـل
اولس او قوم نه بيخي بيل وي او پــه خپلې شــاعرۍ کښــې ئې د خپــل اولس او د خپلې معاشــرې د کنــډو
کړمو ذکر نه وي کړے۔ که هر څو هم هغه پــه شاعرۍکښــې د خپــل ذات او وجــود احساســات وړانــدې
کوي خو بيا هم هر شاعر د خپلې معاشرې ،د خپل اولس سره د معاشرې د يو وګړي په طور تعلــق او
رابطــه لــري او دغــه ســماجي تعلــق هغــه د خپلې معاشــرې ســره تــړي چې يــو نــه شــلېدونکے او نــه
ختمېدونکے تړون دے۔ شاعر به خامخا په څۀ نه څۀ رنګ کښې د خپل اولس او معاشرې خبره کــوي۔
او هسې هم هر شاعر د شاعر کېدو نه اول د معاشرې د يو فرد په حېثيت په مخــه راځي۔ شــاعر چې
71
څۀ زده کوي ،څۀ اخذ کوي ،هغه د تصوراتو په صورت کښې وي او کــه د تخيال تــو پــه شــکل کښــې د
تشبيه او استعارې يا نورو شعري صفاتو په صورت کښې وي خو مصدر او ماخذ ئې هم خپله معاشــره
وي۔ شاعر څۀ خالئي مخلوق نه دے چې په خال کښې ژوند کوي او د دې دنيا او معاشرې سره ئې څــۀ
تعلق او تړون هډو د سره نشته ۔
د شاعرۍ د ټولو نه لويه ذريعه او کالے ژبه ده او ژبه هر څوک د خپل کــوره ،د خپــل
چم ګاونډه او د همزولواو مشرانو نه زده کوي۔ ګويا شاعر ته د شاعرۍ د وئيلو اولنۍ او بنيــادي ذريعــه
د معاشرې او اولس سره تړلے شوې ده۔ دا بيا څنګه کېدے شي چې هغه د معاشرې نه د اخذ شــوي او
حاصل شوي ژبې په ذريعه د خپلې معاشرې ترجماني اونه کړي۔ د خپلې معاشــرې خــبرې اونــه کــړې۔
که يو شاعر يوازې د عشق او محبت ذکر هم کوي خو هم د دغه معاشرې دننه خپـل وجـود لـري۔ کـه د
يو فرد ذاتي احساسات ،جذبات او تصورات وي خو هغه هم په معاشره او اولس اثرانــداز کــېږي او د
معاشرې د اولس سره تړلې وي۔
اوس که مونږ دا اوګورو چې په مروجه معنو او مفهوم کښې په معاشره کښې عمــراني
شعور او ادراک څنګه او کله نه په باضابطه ډول راپېدا شو ،دا بيا لږ د بحث متقاضي خبره ده۔ ډاکــټر
ت
سليم اختر د عمرانياتو او شعر و ادب په حواله ليکي:
ع " جہاں تک عمرانیات ئکی انگریزی ن
ے ن" کا لق ہ اصطالح" فSociology ف ت ن
سی کر کومت ے ""social م ی س
و ا سوی ں صدی کے او ل می ں ای کض را ت ی
ئمرا ی فات کو سماج ی ات/ ن (سماج) کی اساس ت پر ی ہ اص طالح و فع کی
ھی ،ع ب ش
م ب
ے۔ اس می ں شرد کے ج اے ا تراد ،ان کے ی ل معا ری ات ھی کہا ج انا رہ اہ
ے۔ اب ت ندا می ں اور معا ترہ کا م طال ئعہ ک ی ا ج ا ا ہث ج ول سے وج ود می نں آے وا فلے سماج
ے پ شھرنڈارون کے ظ ری ہ گ ے ے م کری ن کے ا رات الش ی
ک اس پفر روسو اورت حس پ سر ج ن یف س
مادی ج دل ی ات کی رو ی می ں عش نمران ی ات کی مارکس
ئ اور سی ل ی ارت ق ا ،رائ ڈ کی ل
ئ
ی۔ جف ب عمران ی ات کی رون ی می ں ت ت خکے م ب احث می تں وقسعت اور گہرا ی پ ی دا غکی گ
خ ن
یل ق کاروں اور خ لی ات کے م طالعہ کا آ از ہ وا و رد اور سماج ہ واب د ا وں می ں
کے ب اہ می عمل اور رد تعم ظل کو سماج اور سماج ی اداروں سے ت ےقبتلکہ ان ہ ج دا ج دا ن ہ ر
تاور ہذی ب ی عوامل کے ن ا ر می ں پرکھا گ ی ا اور ی ہی سب کام وابسنت ہ ن قس ی اسی ،انصادی
()79
عمرا ی اد کو کرے ہ وے ہ ی ں"۔
ن ت
ع
ترجمه :څو پورې چې د عمرانياتو د انګريزي اصطالح Sociologyلق دے ،د ولسمې صدۍ په
اول سر کښې يو فرانسيسـي مفکـر کـومت د (Socialسـماج) پـه اسـاس دا اصـطالح وضـع کـړې وه،
عمرانياتو ته سماجيات /معاشريات هم وئيلے شــي۔ پــدې کښــې د فــرد پــه ځــائے افــراد او د (افــرادو) د
ناستې پاستې نه په وجود کښې راغلے سماج او د معاشرې مطالعه کولے شي۔ په اول کښې پدې بانــدې
د روسو او سپنسر غوندې مفکرينو اثرات اولټولے شو ،بيا د ډارون د "ارتقاء نظريــه" د فرائــډ تحليــل
نفسي او د مارکس مادي جدلياتو په رڼا کښې د عمرانيــاتو پــه مبــاحثو کښــې وســعت او ژوروالے پېــدا
کړلے شو ۔ کله چې د عمرانياتو په رڼا کښې د تخليق کوونکو د تخليقاتو د مطالعې ابتدا اوشوه نــو فــرد
72
او سماج په هوابنــد خــانو کښــې جــدا جــدا پــاتي نشــو بلکې د دوئې بــاهمي عمــل او ردعمــل د ســماج او
سماجي ادارو سره تړلے سياسي ،اقتصادي او تهذيبي عواملو په تناظر کښــې اوتللے شــو او دغــه ټــول
کارونه د عمراني نقاد د کولو وي"۔
يعني چې کله عمراني فکر او ســوچ تــه باقاعـده طــور بانــدې د يــوې علمي نظــرئې پــه
طور وده ورکړلے شوه او بيا دغه علمي نظريه د مختلفو پوهانو اومفکرينو د نظرياتو په رڼا کښــې پــه
مضبوط بنياد کېښودے شوه او بيا رو رو دغه عمراني علم په خورېــدو شــو نــو ادب تخليــق کــوونکے
تخليق کار او د هغه سماج او معاشره دواړه بيل بيل پاتې نه شو۔ د شاعرۍ په حقله چې کــوم ســوالونه د
شاعر د ذات نه شروع کېږي هغه په آخر کښې هغه ټول سوالونه د معاشرې په وسيع او عميق جائزې
باندې خوارۀ شي۔ ځکه چې هر شاعر يو انسان وي او د هغــه مخــاطب او اوريــدونکي هم انســانان وي۔
شاعر چې په کومه ژبه کښې خپله شاعري کوي هغه د انسانانو د يو معاشرتي عمل فطري پيداوار وي ۔
()80
شاعري د ژوند د هر مېـدان سـره کـه هغـه اخال قيـات وي ،معاشـيات وي ،تهـذيب او
تمدن وي ،تاريخ وي يا د معاشرې او اولس سره وابسته نور څۀ ميدان وي کــه سياســيات او عمرانيــات
وي۔ شاعري او ادب ترې بيلېدے نـه شـي۔ ولے چې د دې هـرې شـعبې عکس پـه شـعر او ادب کښـې
خپل وجود لري۔ پدې حقله ډاکټر غالم حسېن ذوالفقار ليکي:
بصيرت او پوهې کښې د اضافې سبب دے او عمرانيات دا ښائي چې د يوې معاشرې وجود کښــې کــوم
کوم اجزا ضروري دي يا يوه معاشره څنګه جــوړيږي ،مخ پــه تــرقۍ او مخ پــه بــره څنګــه ځي۔ کــومې
کومې ادارې او تنظيمونه د معاشرې پــه تــرقۍ او کــامرانۍ کښــې خپــل خپــل کــردار لوبــوي۔ او د يــوې
معاشرې په وراني او فساد کښې کوم کوم عوامـل خپـل کـردار ادا کـوي۔ عمرانيـات اوس د معاشـرې د
پاره د يو مکمل علمي څانګې په جوړ په ټوله دنيا کښې خپل وجود قائم کړے دے۔
ادب يا شــاعرې د معاشــرې پــه وګــړي کښــې معاشــرتي بصــيرت او پــوهې ســره ســره
جمالياتي ذوق ته تسکين ورکوي او انسـان تـه روحـاني خوشـحالي او اطمينـان ورکـوي۔ عمرانيـات پـه
نولسمه صدۍ کښې د معاشرتي علم په رنګ کښې په زيات وضاحت او صراحت سره په مخــه راغلــل۔
دغه رنګ ادب او شاعرۍ کښې په نولسمه صدۍ کښې معاشرتي شعور ،پوهه او ادراک زيات واضــح
شو۔ د نولسمې صدۍ خوا و شا چې کومو انقالباتو چې په عمرانياتو کښې خپل يو کــردار ادا کــړو ،هم
هغه انقالباتو د شعر و ادب په لمنه کښې د معاشــرتي پــوهې او ادراک نــوے نــوے الرې پرانســتې او د
شعر او ادب په دنيا کښې په فکري او نظــري توګــه ډېــر وســعت او فراختيــا راوســتله۔ او هغــه هم دغــه
عمراني پوهه او ادراک وو۔
اوس د دې خبرې وضاحت او صراحت چې د ادبي عمرانياتو باضابطه ابتـدا د کلـه نـه
او چا اوکړه۔ بروم فورډ( )Brumfordوائي چې " د ادبياتو په معاشــرتي اور ثقــافتي پس منظــر کښــې
معلومات اخذ کول د پخوا نه راروان وو خو مادام اسټېل ( ۱۷۶۶ء۔۔۱۸۱۷ء) د ادبي عمرانياتو باقاعده
ابتدا کړې ده۔ په خصوصي توګه غير ملکي ادبياتو مطالعه په ثقافتي او معاشرتي پس منظر ســره کــول
زيــات ســود منــد وي۔ ()82ايلن ســونچ( )Allan Swingewoodوائی چې " د ادب او د معاشــرې تــر
مينځــه د تعلــق پــه منظم ډول مطالعــه ټين (1828()Tainء۔۔1893ء) کــړے ده۔ ( )83بهــر حــال د ټين (
)Tainپه شان هرډر(1744()Herderء۔۔1803ء) Madam de Stealمادام اسټيل(1766ء۔۔
1817ء) د ادب مادي بنيادونه د معاشرې سره تړلي دي۔ د هرډر دليل دا دے چې د هرې ادبي کارنامې
جرړې د يو خاص معاشرتي او جغرافيائي ماحول سره پېوسته وي" دهرډر په شان مــادام اســټيل ادب
()84
دموسم ،جغرافيه اود سماجي ادارو سره تړي"۔
د ادب او عمرانيــاتو پــه تــړون کښــې د ادب د مارکســي نظــرئې هم لــوئے الس دے۔ مارکســي
نظريه معروضي حاالت د ادب د تخليق سبب ګرځوي۔ پدې حواله علي عباس جال لپوري ليکي:
" جہــاں تــک آرٹ اور ادبیات کــا تعلــق ہے۔ مارکســیوں کے خیال میں
پیداوار کے عالئــق سیاســی ،عمــرانی اور عقلیانی اعمــال کی طــرح
جمالیاتی فعلیت کو بھی معین کرتے ہیں اور صداقت اور خیر کی طرح
جمال کی قدر کو بھی اضافی مانتے ہیں۔ ان کا ادعــا ہے کہ جب یہ کہــا
جائے کہ آرٹ زنــدگی کے لــیے ہے تــو اس کــا مطلب جیســا کہ ان کے
معترضین کہتے ہیں یہ نہیں ہوتا کہ آرٹ مقصدی ہے۔ اس کا مطلب یہ
74
ت
ن پ ھ پ ہ خ ش ت ن ن
ے ادب ہ ے اس لی ہ " ادب چ و کہ معا ر ی ز دگی می ں یل ق و کر لت ا ھولت ا
ت ن
ے ب لشکہ ز دگی کےث سرگرمیق وں کا ت عکاس و رج مان ب ھی ہ صرف ای ک سماج ی عمل
ب ن
ے ناور لوگوں کے ھی ب ول کرل ا ہ رے ئ نسےبا ر تن عام اورخ دگی ے۔ اسی ب اعث ز ہ
کے ی تج ذب ات ،احساساتخ اورش ی االت ظکی بما دہ ت ھی کر ا ہ
ے ماحول ن ے کن اپ
ہ
ے سے اپ ے۔ اور ای ک حوالے ھی ئکر ا بہ تصورات جاور نعوامی وان ئ نات کا فا ہار ہ ن
ن
ے۔ اور اس طرح ز دگی ات کیت ما قدگی اور کری ر ن ما فی ھی کر فا ہ عصر کے ر حا ن ئ
ہ ب
ادب کےے ج مال ی ا ی ا دار اور تصحت م د ا ن ئکار کے روغن می ں ای ک خ ہت ا م اور ن
اورے عصر کے ا سان کے واب وں کی ے۔ ت ادی اورن مث ب ت کردار ادا کرب ا ہ
تب لکہ ب ی پ ن
()87
ے"۔ م
عب یر می ں ا ی صب ی ذمہ داری اں ھی پوری کر ا ہ
ترجمه :ادب چونکې په معاشرتي ژوند کښې تخليق کـېږي او وده مـومي۔ ادب نـه يـوازې يـو سـماجي
عمل دے بلکې د ژوند د کرو وړو عکاس او ترجمان هم دے۔ پدې وجه د ژوند او معاشرے نه اثــر هم
اخلي او د خلقـو د جــذباتو ،احساســاتو او خيــاالتو نمائنــدګي هم کــوي۔ د خپــل مــاحول د تصــوراتو او د
عــوامي خواهشــاتو اظهــار هم کــوي۔ او پــه يــوه حوالــه د خپــل عصــر د رجحانــاتو نمائنــدګي او فکــري
رهنمائي هم کوي۔ او داسې د ژوند او ادب د نوؤ جمالياتي اقدارو او صحت مند افکارو په وده کښې يــو
ډېر مهم بلکې بنيادي او مثبت کردار ادا کــوي۔ او د نــوې زمــانې د انســان د خوبونــو د تعبــير او تعمــير
کښې خپلې منصبې ذمه دارۍ هم پوره کوي ۔
د دې بحث نه دا ثابتيږي چې د معاشرې او د معاشرې د افرادو سره وابسته او پېوســته ده۔ پــه
شاعرۍ يا په ادب کښې عمراني شعور د اول نه هم وجود لرلو خو چې کله د وخت انقالبــاتو معاشــرتي
فهم او ادراک تــه وده ورکــړه او د معاشــرو شکســت او ريخت بانــدې غــور ســوچ او فکــر پــه باقاعــده
سائنسي انداز سره په مخه راغے ،او د عمرانياتو د علم بنيادونه په جديد سائنسي استدالل او فکــر ســره
75
کېښودې شو ،او بيا رو رو دغه علم د معاشرتي بدلون عمل باندې يو منظم انداز کښې سوچ اوکـړو او
د معاشرتي پوهې او ادراک الرې چارېئې روانېکرې ،نو د نورو علومو سره سره ئې د شــعر او ادب
سره هم په منظم ډول اړيکے پئيل شوے۔ داسې د عمراني شــعور ادراک او اهميت پــه شــاعرۍ او ادب
کښې نورې غزونے هم اوکړے۔ او د دې خبرې ضرورت او اهميت نــور هم زيــات شــو چې د شــعر و
ادب غوندې د احساساتو او جذباتو دغه لطيف صنف چې د انسان په زړه او ذهن ډېر ژور اثر کــوي او
انساني ذهن ته سوچ اس فکر ته نوي نوي تصوراتو ،سوچونو او فکرونو الرې ګودرې ښــائي۔ د شــعر
او ادب دغه لطيف جمالياتي انداز او کار نه دے په منظم ډول د انساني معاشرې د پاره فائده په باقاعــده
ډول واخستے شي۔ او داسې د عمراني شعور اهميت او ضرورت پــه شــعر او ادب کښــې نــور هم ســوا
شو۔
ټول پکښې ځائې کړې شوي دي۔ په هره موضوع او هر عنــوان پکښــې ګــڼے ټــپے
()88
موندے کېږي ۔
اوس چې داسې موضوع او مضمون نشته چې د پښتو ټپه کښې موجود نه وي۔ بيا خو دا حقيقت
دے چې پدې اولسي صنف کښې عمراني سوچ ،فکر او تصورات هم خپل وجود د پخوا نــه لــري۔ او دا
سلسله د هغه وخت راروانه ده چې کله ال عمراني فکر ته په شعر و ادب کښــې باضــابطه ځــائې نــه وو
ورکړے شوے۔ که مونږ د پښتو ادب قدامت د امير کروړ د حماسه ې نظم شمار کړو ،بيا خو ټپه د دې
نه هم زر کاله يا څۀ زياته پخوانۍ معلوميږي۔ ()89د ټپے د عمراني او معاشرتي اړخ د فراختيا او تنــوع
په حواله محققين ليکي:
" ټپه د همه تهذيبي بيلګو اجتماعي نوم پاتې شوے دے۔ نو ځکــه کلــه اللي او کلــه د
ليلٰی د سپيځلو نامو په استعارو د ژوند د ځنو خوږو او ځنو ناپسندو اړخونو تــذکره
هر وخت لري چې قاري او سامع هر دواړه ترې په دې خبره رسي چې ګڼي هغه د
()90
شعر په "جامعه" د تاريخ د معاشرتي ژوند يو اهم اړخ مطالعه کوي"۔
پدې خبره کولو کښې هيڅ باک نشته چې د عمراني فکر په پښتو ټپه کښې چې د پښتو د شــعري
ادب تر ټولو زوړ صنف دے ،د اوله راسې راروان دے۔ خو دلته بايد چې دا خــبره هم واضــحه کــړلے
شي چې دغه عمراني فکر د ټپے نه عالوه په نورو اولسي اصنافو کښې هم پــه نظــر راځي لکــه لوبــه،
بدله ،نيمکۍ ،بګتۍ او چاربېته۔ بيا پدې نورو اصنافو کښې چاربېته کښــې عمــراني شــعور د ټــپے نــه
پس زيات موندلے شي ۔ د اولسي اصنافو نه پس که مونږ د پښتو د شعري ادب تاريخ د ابتدا نــه اولټــوؤ
نو دا خبره په وضاحت سره په مخه راځي چې پښتو په شعري ادب کښې د ابتدا نه دغــه عمــراني فکــر
او سوچ په نظر راځي۔ خو دلته مونږ د پښتو يو څو ټپے وړاندې کـوؤ چې عمـراني فکـر تـرې څرګنـد
شي لکه:
په اولنۍ مصرعه کښې دوه زړونه يو کول او بيا د هغې پـه سـبب غم يـو کـول د ميـنې
محبت د خبرو سره سره د پښتنې معاشرې کلتور او دستور ذکر هم کوي۔ لکه چې څنګــه اوس هم دغــه
رواج او دغه دستور موجود دے چې خلق وائي چې ځو چې غم کښې ورسره شريک شو يــا ستاســو او
زمونږ غم يو دے۔ د دې خبرو نه د معاشرتي دود دستور او د عمراني شعور رڼا هم پورته کــېږي۔ پــه
دويمه ټپه کښې وائي چې که هر څو هم اوس زمونږ کلي د يو بــل نــه بيــل دي د يــو بــل نــه بيــل او جــدا
اوسو ،او تګ راتګ مشکل او ګران شوے دے خو ځه غم ښادي خو شته کنه ،دا خو د ژوند سره تــړلي
څيزونه دي خالصې ترې نشته که چرته غم او ښادي زمونږ په کلو کښې پيښه ئې نو زمونږ ديدنونه به
هم پکښې اوشي۔ اوس دلته دا خبره د غور قابل ده چې د کلي د يو بل نه د بيليــدو ذکــر شــوے دے ،خــو
بيا هم د بيلو بيلو کلو خلق اولس يو بل سره معاشرتي تړون کښې ګنډلي شوي دي۔ غم ښــادي معاشــرتي
اقدار ()Normsدي دا خو پريخودل نشته۔
د پښتنو ټول عمر سفر په غاړه دے۔ خپل کور کلے او وطن ترې پاتې شــي۔ او د ژونــد
لويه حصه په پــرديس کښــې پــه تــيرولو پخــوا هم مجبــور وو او نن هم مجبــور دي۔ ولے چې د ژونــد د
ضرورتونو پوره کولو د پاره د مال دولت ضرورت وي او دغه مــال او دولت پــه آســانه پــه خپــل وطن
کښې نشي پيدا کيدے۔ ضروري ده چې سفر به ورپسې کول وي۔ پښتنه ښځه په دغه مجبورو پوهه ده ،
ادراک دے ورته ځکه خو خپل محبوب يا خاوند ته د ســفر د تلــو خــبره کــوي چې خفــا کــيږه مــه زه هم
پښتنه يم ستا په پت به ناسته يم ،ته ورځه چې د ژوند د پــاره ،د ژونــدي پــاتې کيــدو د پــاره ســفر کــول
دي :
کاکړۍ غـاړې هم د پښـتو د اولسـي شـاعرۍ هغـه صــنف دے چې د پښـتون اولس د معاشـرتي
ژوند هره موضوع او هر فکر پکښې په ځائې شوے دے ـ کاکړۍ غاړې د سهيلي پښتون خوا تر ټولــو
عام او معروف صنف دے اود ټپې په شان زياتره د ښځينو احساساتو اظهار پکښې کولے شــي ـ فيض
هللا پانيزے د کاکړو غاړو په حواله ليکي :
"دا دسهيلي پښتون خـوا ترټولـو عـام او معـروف صــنف دے چې پـه کښـې زيـاتره
ښځينو د خپلو احساساتو اظهار کړے دى ـ د لرغوني سهيلي پښتو نخوا هر وګــړى
شاعر (کڼل) کېدى شي له همدغه وجې دا د تعجب خبره نۀ د(کڼل) کيږي ـ کاکړۍ
غاړې مختصر او ساده اسلوب لـري ،ځکـه زيـاتره وګـړو پـه اسـانه او سـاده پښـتو
"( )93
کښې خپل خياالتو څرګندکړي دي ـ
د ټپو په شان په کاکړو غاړو کښې د عمراني شعور برېښنا ځلېږي او د عشــق او محبت ســره
سره معا شرتي اقدار او اعيار په کښې څرګند دي ـ دلته د کاکړو غاړو نه يوه مثال وړانــدې کــؤ چې د
78
طالبي بنډار ،مسافري ،شينکي خالونه ،او د تعويذونو ذکـر پکښـې موجـود دے چې د ادبي عمرانيـاتو
په حواله دا ټول توکي خپل ارزښت لري ـ او دا خبره ترې څرګندېږي چې زمونږ دا اولســي صــنف هم
له پخوا راسې د عمراني شعور نه مملو دے ـ
لوبه هم د پښتو د اولسي شاعرۍ يو معروف صنف دے چې د عشـق او محبت سـندرې ،الميـه
او مدحيه مضامين لري ـ لوبه د مکالمې په صورت کښې هم وئيلے شــي ـ لــوبے عمومـًا د ښــځو پــه
آواز کښې وئيلے شي او کله د په دوه تني هم وئيلے کېږي چې لــه يــوي غــاړې ســړے وي او پــه بلــه
غاړه ښځه ـ زمونږ ګڼ شمېر مشهورو اولسي شاعرانو لوبې ليکلي دي ـ دلته دفدامطهرد يــوې لــوبې
څوبندونه وړاندې کؤ چې د پير بابا په مدحه کښې وئيلے ده ـ د پير بابا زيارت زمـونږ د مـذهبي تقـدس
سره سره يو کلتوري ،او سماجي حثيت هم لري ـ
پــــــــــه مــــــــــا نظــــــــــر د کــــــــــرم اوکــــــــــړه فېض رســــــــــانه
اے پــــــــــيره بابــــــــــا! بې نــــــــــو ا نــــــــــۀ ځم لــــــــــه تانــــــــــه
شهنشـــــــــــــــــــاه د خراســـــــــــــــــــان ئې تـــــــــــــــــــۀ
تــــــــــــۀ ډېــــــــــــر نيــــــــــــازبين د پــــــــــــاک ســــــــــــبحان ئې
پـــــــــــه جهـــــــــــان نمـــــــــــر هســـــــــــې عيـــــــــــان ئې
بدله د پښتو د اولسي شاعرۍ يــو زوړ صــنف دے ـ بدلــه کښــې رزميــه او بزميــه دواړه قســمه
شاعري کولے شي ـ تاريخي افسانوي ،روماني ،اخالقي او مذهبي واقعــات پــه بدلــه کښــې د مثنــوي پــه
صنف کښې بيانېږي ـ زمونږ ټول روماني داستانونه لکه آدم خان درخانۍ،شېرعالم
ميمونۍ ،يوسف خان شــېر بــانو ،جالت محبوبــه ،او ځــنې مــا فــوق الفـرت داســتانونه لکــه الــف ليٰٰل ى ،
طوطي نامه ،بهرام ګل اندامه ،ګل صنوبر او مشهورې جنګ نامې لکه جنګ نامه امــا حســېن ،جنــګ
نامه امير حمزه ،جنګ نامه حضرت علي او د مقامي جنګونه واقعات وغېره د بدلې موضوعات وي ـ
لکه چې مونږ ته معلومه ده چې د تاريخي او روماني واقعاتو خپل يو عمراني قــدر او قيمت هم وي او
پدې بدلو کښې دغه قسمه عمرانيات ځائې په ځاېې په نظر راځي ـ دلتــه کښــې د شــېر عــالم ميمــونۍ د
بدلے نه چې فدا مطهر ليکلے ده عمراني ارزښت لرونکي يو څو اشعار را نقل کـوؤ ـ ټولـه بدلـه دلتـه
ليکل به مناسب ځکه نه وي چې د بې ځايه طوالت سبب جوړېږي ـ
ـــ
خـــــــدائې دې نکـــــــړي چې د قـــــــام نـــــــوم بـــــــه بائيلمـــــــه
بـــــــــــدنامې خـــــــــــو ســـــــــــپکاوې د خانـــــــــــدان دے
ـــ
تربـــــور ماتـــــه ســـــتا پـــــه حـــــق کـــــړے پېغـــــور دے
لــــــه ډېــــــر ســــــوخته مې وجــــــود ټــــــول پــــــه لــــــړزان دے
ـــ
ميمــــــــــــونۍ وې مېلمانــــــــــــۀ وو ســــــــــــتا راغلي
تـــــــۀ چې هغـــــــه شـــــــپه کـــــــور نـــــــه وې دا بيـــــــان دے
ـــ
80
پدې بدله کښې د پښتنې پېغلې ناموس ،شېر عالم ته پېغور ،د قام نوم ،د خانــدان ســپکاوې،
پت ،بې ننګي تربور ،مېلمانۀاو ناموس د پښتو او پښتونولۍ په دوتـور او آئين کښـې څـه کـردار لـري
هغه د هيڅ چا نه پټ نه دے ـ
د اولســي شــاعرۍ نــور اصــناف لکــه نيمکۍ ،کســرونه ،او دوړې وغــېره کښــې هم د پښــتنې
معاشرې عمرانيات وجود لري خو دلته پدې ټولو اصنافو عمراني ولې سره بحث کول ګران کــار ځکــه
دے چې دا بحث به ډېر طويل شي دا "مشتے از نمونِۀ خروارے" په توګــه بــه دغـه همــره بحث کــافي
وي ـ
اوس که مونږ د اولسي ادب نه پس د پښتو ژبې نور شعري تاريخ ته نظر اوکړو په هغې کښــې
مونږ ته د عمراني شعور پوهه او ادراک له پخوا نــه راروان ښــکاري ۔ دلتــه بــه مــونږ دمحمــد داؤد بن
هوتک د کتاب "پټه خزانه" د ځنو زاړو شاعرانو په اشعارو او يا د هغو په عمراني فکر لنډ شــان ذکــر
اوکړو چې پښتو شعري ادب کښې د عمراني فکر د ارتقاء بحث مخ په وړاندې الړ شي ـ
امير کروړچې د امير پوالدسوري ځوئې ؤ ـ امير پوالد په 139هـ کښې دغور منــدېش امــيرؤ ـ
امير کروړ د وياړنې پـه نظم کښـې دخپلې بهـادرۍ ،نرتـوب ،تـورې ،مـړانې او قـوت او د جنګي
اسونو تيرونو او غشو ذکــر کــوي ـ ګويــا امــير کــروړ پــه خپــل دې نظم کښــې د هغــه وخت ټــول جنګي
عمرانيات بيانوي ـ ددې نظم څه برخه دلته دې د پاره رانقل کولے شي چې دغــه نظم لــوئے تــاريخي
ارزښت هم لري او د هغه دور د حربيه اوزارو او االتو ذکر هم پکښې وجود لري ـ
"زه يم زمــــــــرۍ،پــــــــردې نــــــــړۍ لــــــــه مــــــــا اتــــــــل نســــــــته
پـــــــــه هنـــــــــدو ســـــــــند وپرتخـــــــــار او پـــــــــر کابـــــــــل نســـــــــته
لـــــــه مـــــــا اتـــــــل نســـــــته بـــــــل پـــــــه زابـــــــل نســـــــته
غشـــــــي د من مې ځي ،برېښـــــــنا پـــــــر مـــــــېر څمنـــــــو بانـــــــدې
پــــــه ژوبلــــــه يــــــونم يــــــرغلم پــــــر تښــــــتېدونو بانــــــدې
لـــــه مـــــا اتـــــل نســـــته پـــــه مـــــا تېـــــدونو بانـــــدې
ـــ
خپلــــــــو وګــــــــړ و لــــــــره لــــــــور پېرزونــــــــه کــــــــوم
دوى پــــــــه ډاډينــــــــه ښــــــــه بــــــــامم ښــــــــه ئې روزنــــــــه کــــــــوم
()97
لــــــه مــــــا اتــــــل نســــــته" تــــــل ئې ودنــــــه کــــــوم
بيټ نيکۀ يا شيخ بيټن د غوري بادشاهانو په زمانه کښې تــېر شــوے دے ،چې د زمــانې قيــاس
ئې 300هـ ــــ 400هـ کولے شي ـ د بيټ نيکۀ د مناجات نــه داســې معلومــېږي چې هغــه د خپــل
81
خاندان او کور د پاره د هللا نه دعا غواړي چې هللا زما د کور او خاندان وګړي ډېر کړه ـ د غه مناجات
نه معلومېږي چې بيټ نيکۀ تر وخته د پښتو شعر په خپل خالص ملي رنګ کښې ژوندې ؤ ـ
باباهوتک( 661هـ ـــ 740هـ) د مغلو د يرغل ذکــر پــه خپلــو اشــعارو کښــې کــوي چې پــه
سور غر ئې راته اور کړو ـ په کلي کور مو مغل راغے اوس په غزني او کابل يرغل اوکړو ،اوس د
ننګ او جنګ وخت دي ـ بابا هوتک پدې اشعارو کښې د خپلو د مړانې او حوصلې ذکر کوي ـ د مغولو
ددې يرغل په حقله "پټه خزانه" ليکي :
"په هغه وخت کې به هر ځل مغلو د ارغنداو پر غاړو لوټ کــاوه،اتغــر او اوالن او
کالت به ئې تاال کول ،بابا هوتک ،خپل قومونه راټول کړل ،او د سره غر(ه) سره
ئې پر مغلو شخړه بوتله،په دې جګړه کې مغول تــاال ســول ،او پښــتنو ګړنــديو ډېــر
()98
ووژل ـ"
د خپلې خاورې د خپلې زمکې او د خپل وطن دفاع کول ،وطن او خاورې باندې سر ورکول
او خپل زلمي او خپل قوم ددې د پاره راپــارول او را اودراول چې د وطن د خــاورې حفــاظت اوشــي
او د وطن خاوره د پرادو د يرغل نه بچ کړلے شي ،دا يو مهم کار او زيار دے ـ خــو دي ســره ســره
دغه عمل يو عمراني قدر او قيمت هم لري ځکه چې دخپل وطن سره د خپلې زمکې سره خپل کلتــور
خپل ثقافت او خپل دود دستور تړلے شوے وي ـ او دغه هر څه د عمرانياتو بنيــاد وي ـ دلتــه د بابــا
هوتک هغه اشعار رانقل کولے شي :
) د بابا هوتک مشر ځوئې ؤ ـ د پالر د مرګ نــه پس د شيخ ملکيار هوتک( 715هـ ــــ
خپل قوم مشر شو ـ د شيخ ملکيار هوتک د خپل اولس د ابادۍ د پاره کار اوکــړو او پــه خپلــه خــاوره د
پردو د يرغل مقابلې اوکړې ـ خود مقاومت سندرې تــر مــونږه نــه دي رســېدلے او د ميــنې محبت يــوه
سندره ئې په "پټه خزانه" کښې نقل شوې ده ـ خو په دغه سندره کښې د مينې محبت سره سره د خپلــو
82
خواړونو د خپلو رودونو ذکر هم کوي چې د خپلې خاورې او د خپل وطن د محبت اظهار تـرې پـه ښـه
()100
ډول کېږي ـ
شيخ خرښبون ( 411هـ وفات) د بيټ نيکۀ ورارۀ ؤ ـ خپل په يوه قطعــه کښــې د خپلــو د فــراق
ذکر کوي او دي سره سره په د خپل اوږد سفر ذکر هم کوي او وائي چې درانۀ بوجونه مې ترخ ته پراۀ
دي دلته دغه درانۀ بوجونه پيټي ګويــا د غمِ روزګــار يــو صــورت دے ـ ( )101شــيخ مــتي غورياخېــل (
623هـ ) په حمديه او مناجاتي کالم کښې د هللا تعاٰل ى د حمد او ثنا سره سره د خپلې غريب الوطــنۍ او
)102
د کور کلي نه د لري والي او بيلتون ذکر کوي ـ
ارزاني خويشکي( 929هجري۔۔۔ 1028هجري) چي د پښتو ژبي او ادب په تاريخ کښــې لــوئې
مقام لري او د پښتو ژبې وړومبے صاحب ديوان شاعر دے چې ديوان ئې د څلور سوو کــالو نــه زيــات
عمر لري۔ ارزاني خويشکي د پير روښان د مکتب سره دويم غټ خصوصيت د ژبني او قوميتي شعور
وده ده۔ ډاکټر پرويز مهجور د ارزاني د شاعرۍ دا اوصاف پدې ډول بيانوي:
" د ارزاني دا شاعري اګر چې د روښاني مسلک د مذهبي او تصوفي تعليماتو تبليغ
او دعوت دے خو د خپل وخت په مناسبت د هغه په شاعرۍ کښې داسې آثار ډېر په
واضحه توګه ښکاري چې هغه يـو زبردسـت قـومي او سياسـي شـعور لرلـو ،د يـو
مکمل تصوفي دانشور باوجود هم د هغه په شاعرۍ کښې د دا قسمه قومي او لساني
شعور موجودګي د هغه د يو زبردست سياسي او قومي نظر غمــازي کــوي۔ ارزاني
په خپله شاعرئ کښې بار بار د پښتو د يوې علمي او ادبي ژبې په حيثيت د درنولــو
()103
د پښتون او افغان په حيثيت د يو قومي او نسلي تفخر ذکر کوي"۔
څنګه چې د ډاکټر پرويز مهجور د دې اقتباس نه څرګنــده شــوه چې د پښــتو ژبي د دې
اولني صاحب ديوان شــاعر چې کــه هــر څــو هم د بايزيــد روښــان د صــوفي مســلک پيروکــار دے او د
شاعرۍ اکثر برخه ئې هم د بايزيد روښان د تصوفي مسلک پرچار کوي او د هم دغـه مسـلک تصــوفي
تعليمات په خپلو اشعارو کښې بيانوي ،خو بيا هم د خپل عصر او سماج په حواله د عمراني شــعور رڼــا
ئې هم په اشعارو کښې وجود لري۔ دلته به ئې مونږ يو څو اشعار پدې حقله وړاندې کړو۔
کبر او غرور کول اسالمي نقطه نظر سره ناروا دي ـ کبر او غـرور د هللا جامــه ده او هللا ســره
ښائي ـ غرور او کبرته که مونږد معاشرتي اصولو پـه رڼـا کښـې اوګـورو نـو دا يـو عېب دے چې د
معاشرې د اړي ګړي سبب جوړېږي ـ صوفياء تل د کبر او غرور غندنه کوي او ددې د ختمولــو دپــاره
رياضتونه هم کوي ـ ابليس چې کبر او غرور اوکړو د خپــل مقـام او مرتــبې پرېوتــۀ ـ ارزاني د کــبر او
غرور په حقله واېي:
دا ابليس چې کــــــــــــــــــــــــــبر کــــــــــــــــــــــــــور شــــــــــــــــــــــــــه
)105
دے د زړۀ پـــــــــــــــــــه ســـــــــــــــــــترګو کـــــــــــــــــــور شـــــــــــــــــــه
دروغ وئيل يا دروغ کول د دنيا په هر مــذهب دستورکښــې نــاروا دي ـ کــذب او دروغ هغــه بــد
عېب دے چې معاشرې او اولس تباه کوي ـ وائي چې" رښــتيا څــو راځي دروغــو ملــک الهــو کــړې
وي" ـ دروغ واقعي چې ملکونــه الهــو کــوي ـ مــذهبي احکــام هم دغــه دي چې د دروغــو نــه دې ډډه
وکړلے شي ـ او دغــه رنــګ دروغ د معاشــرتي اقــدارو هم پــه ضــد دي ـ ارزاني خويشــکي يــو صــوفي
شاعر دے او صوفياء د خلقو باطني او روحاني اصالح سره سره ظاهري او معاشرتي اصالح هم کول
غواړي ـ ددې مذهبي او سماجي عېب متعلق ارزاني ليکي:
دا کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــذاب د دين ذبــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاب دے
کــــــــــــــــذاب يــــــــــــــــاد پــــــــــــــــه ډېــــــــــــــــر عـــــــــــــــذاب دے
د حضـــــــــــــــرت تـــــــــــــــر خولـــــــــــــــه يـــــــــــــــاد شـــــــــــــــوے
()106
پــــــــــــــــــــــــــه ال امــــــــــــــــــــــــــتي کــــــــــــــــــــــــــذاب دے
د بل حق خوړل ناروا دي او په هيڅ جوړ همروا کيدے نشي ـ صوفياء ځکه پدې خــبره زور
ورکوي چې د بل حق نــه دي خــوړل پکــار چې مــذهب ددې اجــازت نــه ورکــوي ـ او د حقــدار هښ نــه
ورکول لويه سماجي ناانصافي ده او نتيجه ئې د ټولنو او قومونو تباهي او بربادي ده ـ پــه کــوم ملــک او
معاشره کښې چې ددې خبرې خيال نشي ساتلے هغه تباهي او بربادي سره مخ شي ـ د بل مال او دولت
په ناحقه خوړلو په حقله ارزاني وائي:
()107
چې قاضــــــــــــــي حــــــــــــــق کــــــــــــــا خپــــــــــــــل امــــــــــــــر
صوفياء وائي چې تا سره څوک بد کوي تۀ ورسره ښــه کــوه ـ پــدې خــبره عمــل کــول ګــران او
مشکل کار دے خو مذهبي نقطه نظر سره او هم معاشرتي طور باندې د بل په بدو چپ پاتې کېدل يا د
بدو په بدل کښې بد نــه کــول د معاشــرې د امن او ســکون ســبب جوړېــدے شــي ـ ارزاني پــدې حوالــه د
حضرت يوسفع مثال ورکوي چې هغه د روڼو په بدو چپ پاتې شو ـ او هللا پاک هغــه پــه دين دنيــا کښــې
کامياب کړو ـ او د هغه سره بد کونکي روڼه هغه ته شرمسار شول :
سوال کول او غوښتل په هيڅ ډول ښه کار نه دے ـ د خپلو مټو ګټه خوړل ښه کار دے ـ ســوال
کولو سره د انسان عزِت نفس مجروح شي ـ غزت ېې پاتې نشي او لکه باد د بڼې ســپک شــي ـ او بــل
اړخ ته داسې فرد په معاشره باندې بوج او بار اوګرځي ـ ځکـه خـو ارزاني خويشـکي د سـوال کـونکي
خولې ته کږه ويئلي دي ـ واېي د سوال لقمه خوږه ده خو سوال کولو سره د سائل خوله کږه ده :
(دا) د ســــــــــــــــــــــــــوال لقمــــــــــــــــــــــــــه خــــــــــــــــــــــــــوږه ده
دســـــــــــــــــــــائل خولـــــــــــــــــــــه تـــــــــــــــــــــل کـــــــــــــــــــــږه ده
هـــــــــــــــر چې ســـــــــــــــوال کـــــــــــــــړه لـــــــــــــــه مخلوقـــــــــــــــه
()109
د زړګي تختـــــــــــــــــــــــــــــــــــه ئې کـــــــــــــــــــــــــــــــــــږه ده
اوس که دلته د ارزاني خويشکي نه پس مونږ د نورو د نــورو روښــاني شــاعرانو پــه شــاعرۍ
کښې عمراني فکر او ادراک ذکر نه هم کوؤ خو دا خــبره څرګنــده شــوه چې عمــراني فکــر او شــعور د
پښتو د شــاعرۍ موضــوع او مضــمون پــه څــۀ نــه څــۀ رنــګ او شــکل کښــې پــاتې شــوې ده۔ او د پښــتو
شاعرانو معاشرتي افکـار او تصــورات پـه شـاعرۍ کښـې وړانـدې کـړي دي۔ پـدې حوالـه خپلـه د پـير
روښان او د هغه د مکتب فکر د نورو شاعرانو کالمونو کښې هم د خپل مسلک د تعليماتو سره ســره د
عمراني شعور پلوشې څرګندې ښکاري۔ دغه فکر بيا وروستو خوشحال خان خټــک د پښــتو قــوميت پــه
صورت راڅرګنده کړو۔ سليم راز پدې حقله ليکي:
تق ن ج ن شت ق
پ
شت
" ويسے تو ابتدا ہ ی سے پ
ات و
ش حا ر د س پ ی ر ں یم وم ون ن اور
ش ادب غ و ت ف
ہش ل
ع
اہ اکب ر ات ظ م کے دور می ں پ یر رو ن م
ے نکن قل ی ج ع ن اصر طری طور
ن پر شمو ود ھ
ش
ے سے ای ک حری ک کی صورت می ں ان (پ یررو ان) ے عوری اور م ظ م طری
85
()111
پــــــــــــه معــــــــــــنٰی مې د شــــــــــــيراز او د خجنــــــــــــد کــــــــــــړ
لعل و ُدر پئيل او د پښتو شعر په تازه تازه مضمون سره د شــيراز ســره برابــرول واقعي چې د
خوشحال خان کار دے۔ دغه تازه تازه مضمونونو کښې د خوشحال بابا نه ډېر کم کوز څۀ اړخ به پــاتې
شوې وي۔ د پښتو ،پښتونولۍ جمله اوصاف ننګ ،پت ،وفا ،غېرت ،حيا ،مړنتوب ،غرض هر اړخ ته
ئې په خپل کالم کښې ځائې ورکړے دے۔ په طب ،اقتصاد ،سياست ،ښــکار لنــډه دا چې يــوه نظريــه او
مفکوره ئې نده پرېخے۔ اوس که مونږ د خوشحال خان خټک په ديوان کښې د عمراني فکر سره تــړلي
اشعار ليکل شروع کړو يقينًا چې ګرانه به شي خو دلته "مشت از نمونۀ خروار" په توګه يو څو اشــعار
وړاندې کوؤ چې د عمراني شعور فکر تــري څرګنــديږي۔ دا خــبره د يــادولو وړ ده چې خوشــحال خــان
خټک د خپل ځان نه واخله تر خپلو ځامنو او د پښتنو د نورو قومونو او قبيلو پورې زبردست نقــاد دے۔
چې چرته ورته هم څۀ کمي او کوتاهي په نظر راځي په هغې باندې بې يرې او بې خوفــه خــبره کــوي۔
خپله خپلې ژبې ته اور وائي چې د ټوپک ګوزارونه کــوي۔ خــو دا د ټوپــک ګوزارونــه د خپــل اولس ،د
خپلې معاشرې ،او د خپل قوم د اصالح د پاره کوي:
پښــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــتانۀ کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه آدم زاد دي
پــــــــــــــــــــه خويونــــــــــــــــــــو کښــــــــــــــــــــې هنــــــــــــــــــــاد دي
نـــــــــــــــــــــه حکمت لـــــــــــــــــــــري نـــــــــــــــــــــه عقـــــــــــــــــــــل
خـــــــــــــــوښ هـــــــــــــــر ګـــــــــــــــورۀ پـــــــــــــــه فســـــــــــــــاد دي
نــــــــــــــــه د پالر پــــــــــــــــه وئيــــــــــــــــل کــــــــــــــــار کــــــــــــــــا
نـــــــــــــــــــــه پـــــــــــــــــــــه نغتـــــــــــــــــــــه د اســـــــــــــــــــــتاد دي
چې پــــــــــــــه ديــــــــــــــو کښــــــــــــــې ئې يــــــــــــــو ښــــــــــــــۀ وي
د هغــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه د ســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــر جالد دي
يــــــــــــــــــــو د بــــــــــــــــــــل پــــــــــــــــــــه کمي ناســــــــــــــــــــت دې
ځکـــــــــــــــــــــه تـــــــــــــــــــــل پـــــــــــــــــــــه بال يـــــــــــــــــــــاد دي
د هللا شـــــــــــــــــــــــــــکر کـــــــــــــــــــــــــــړه خوشـــــــــــــــــــــــــــحاله
()112
چې بنـــــــــــــــــــــــــــــــــــدي نـــــــــــــــــــــــــــــــــــدې آزاد دي
پدې شعرونو کښې د پښتون قوم عيبونه څومره پـه آزاده او بې باکـه جـوړ بيـانوي۔ د حکمت او
عقل نه لرې دي ،د پالر او د استاد هم نه مني ،ښۀ سړے او د سر سړے خرابوي ،يو بل ته کوهې کني
ځکه خو حال ئې داسې دے ۔ اوس که سوچ اوکړو د خپل پښتون اولس ټولي خامۍ ،ټول عيبونه ،ټولې
87
کمۍ او کوتاهۍ په ګوته کوي۔ خوشحال د پښتون معاشرت او د پښتون قوم پــوره پــوره عکس پــه خپلې
شاعرۍ کښې راڅرګنډ کړے دے۔ ډاکټر راج ولي شاه خټک د خوشحال بابا دور ته زرين دور وائي:
" د پښتو ادبي تحريکاتو کښې زرين دور د خوشحال خان د ادبي تحريــک دور دے
دا هغه دور دے چې پکښــې نــه يــواځې د پښــتو ادب تکميــل اومونــد بلکې د پښــتون
ثقافت کړو وړو د تصوير هره کرښه رابرڅيره شـوه ،او د تهـذيب مکمـل څـيره پـه
()113
نظر راغله"۔
مشران چې خپل اوالد او کشرانو ته پند ،خونه يا نصيحت کوي نو ورته وائي چې ګورئ څــوک
چا سره هره ورځ ښه نه کوي ـ چې چـا درسـره ښـه اوکـړل هغـه پـه خپـل زړۀ کښـې سـاتئ او وخت او
موقعه ګورئ چې هغه کس سره د هغه د ښو بدل کښې ښه اوکړئ ـ او چې چا درسره يو ځــل ښــه کــړي
وي د شل بدۍ درګزر کوئ عفوه ورته کوئ ـ عفوه خو دروغژن سړي تــه روا نــه ده رښــتين ســړي تــه
عفوه پکار ده چې اوشي ـ خوشحال بابا وائي ـ
چې يـــــــــو ځـــــــــل ښـــــــــېګړه وويـــــــــنے لـــــــــه چـــــــــا نـــــــــه
پـــــــــــه يـــــــــــوه ئې شـــــــــــل بـــــــــــدۍ کـــــــــــړه تـــــــــــر شـــــــــــا
دروغــــــــــــژن ســــــــــــړے د عفــــــــــــوې الئــــــــــــق نــــــــــــه دے
پـــــــــــــــه رښـــــــــــــــتينو بانـــــــــــــــدې عفـــــــــــــــوه ده روا ()114
صالح مشوره ښه شے دے که د کور معامالت وي ،که دکلي ،قوم ،قبيلې او د اولس معامالت
وي خومشوره د برکت سبب جوړېږي ـ کورونه قومونه او قبيلې پرې کامراني او کميابۍ سره مخ شــي
او دغه عمل يو جمهوري عمل دے ـ خوشحال بابا د مشورت داعمل يو نوراني عمل بولي او وائي ـ
نــــــــــوراني کــــــــــا هغــــــــــه ځــــــــــاېې چې ســــــــــره کښــــــــــېني
دېرينـــــــــــه څلـــــــــــور يـــــــــــاران پـــــــــــه مشـــــــــــورت ()115
د خپل حده تجاوز کــول ښــه کــار و عمــل نــه دے ـ د خپــل حــده تجــاوز فــرد کــوي کــه معاشــره
کوي ،که قوم او قبيله کوي او د يو ملک کوي ،خو دغه تجاوز د تباهۍ او بربــادۍ ســبب جــوړېږي ـ د
خپل حده تجاوز کولو سره فرد وي که قوم يا ملک وي خو انجام ئې بربــادي او تبــاهي وي ـ خوشــحال
بابا دې د پاره د ميږي مثال ورکوي ـ وائي چې تر څو د ميږي وزر نه وي ښه وي خپل په دائره کښــې
اوسي خپل مدار کښې وي خپل په حد کښې وي خو چې وزرې ورسره اوشي انجــام ئې خــراب شــي او
ورک شي ـ
"پدرم سلطان بود"يو لوئے معاشـرتي عېب دے ـ کـوم سـړے چې خپلـه بې عملـه وي او هيڅ
هنر او صالحيت نه لري بس خپل د پالر نيکۀ په مړانه او يا په نوم باندې فخر کوي خپل څه د فخــر او
وياړ خبره او کارنامه نۀ لري ،رحمان بابا ددې تشبيه د هغه ناوې سره ورکوي کومه چې خپله ښائسته
نه وي او دخپلې نيا په ښائست باندې فخر کوي ـ خوشحال بابا خپل په جاللي انداز کښې هم دغه خــبره
پدې رنګ کښې کوي ـ
نـــــــــــــــــامرد فخـــــــــــــــــر پـــــــــــــــــه نســـــــــــــــــب کـــــــــــــــــا
مــــــــــــــــرد نــــــــــــــــه مــــــــــــــــور لــــــــــــــــري نــــــــــــــــه پالر
د خوشـــــــــــــــــــــــــــحال خـــــــــــــــــــــــــــبرې ګـــــــــــــــــــــــــــوره
لعـــــــــــــــــل او در پيـــــــــــــــــئي پـــــــــــــــــه تـــــــــــــــــار ()117
کار کول ،عمل کول ،بيله خبره ده او الفې ويشتل بله خبره ده ـ الف زن سړے پــه حقيقت
کښې بې عمله وي د څه کار کوات نه وي سست الوجود وي د بې عملۍ ښکار وي او بس دغه الفــو تـه
اوزګار وي ـ داسې کس په کوراو معاشره باندې بوج وي ـ داسې خلق معاشره د بې عملۍ ښکار کــوي
ـ کار کولو واال خلق کار زيات کوي او خبرې کمې کــوي ـ خوشــحال بابــا د داســې خلقونــامرد وائي او
پدې حقله وائي ـ
اجتماعيت د يوې معاشرې يا ټولنې ،قوم قبيلې او ملک د پاره ډېر ضروري دے ـ کۀ يوازې يو فرد يــا
يو کس ډېر طاقتور شي ،ډېر نر او بهادر شي خو هيڅ نشي کولے ـ د اجړ نه بيله ګډه تل د شر مخانو
نوړۍ جوړه شي ـ د انسانانو د پاره اجتماعيت ،يو ځائې پاتې کېدل ،د يـو بـل الد پښـې کېـدل يـو بـل
سره الس امداد کول د يو بل پکار راتلل ،ضرورت دے او ټول انسانان دې مجبوره هم دي ـ خوشــحال
بابا هم دغه خبره کوي چې که د نهنګ غنودې طاقتور ئې خو درياب نه بهر مه اوزه په دريــاب کښــې
سننه اوسه ـ
دې نه دا معلومېږي چې خوشحال بابا په خپــل کالم کښــې د عشــق او محبت او پښــتو
پښتونولۍسره سـره د خپـل دود دسـتور او کلتـور او ثقـافت او د معاشـرتي ژونـد سـره تـړلي نـور ټـول
موضوعات هم په خپل کالم کښې ځائې کړي دي ـ ځکه چې د يو قوم او معاشرې د پاره دا څيزونه ډېر
ضروري وي او د يو قوم او معاشرې د وجود بقا او دوام هم پدې کښې پټ وي ـ
د خوشحال بابا د دې زرين دور پـه روښـانه او زرين سـاتلو کښـې د هغـه اوالد هم پـوره پـوره
الس لري۔ د خوشحا ل بابا د علم او حکمت د بلې کړې شمعې رڼا د هغه اوالد هم برقراره ســاتلو پــوره
کوشش کړے دے۔ او په اوالد کښې هم د علم او ادب سره مينه لـرونکي موجـود دي۔ لکـه اشـرف خـان
هجري ،عبدالقادر خان ،صدر خان وغـيره نـه پس د خوشـحال خـان پـه نمسـو کښـې هم د علم او ادب
سره مينه لرونکي شــته لکــه افضــل خــان وغــيره۔ د خوشــحال بابــا د دې زرين دور پــه رڼــا کښــې نــور
نورانيت د رحمان بابا د کالم په حواله په نظر راځي۔
رحمان بابا (1653ء۔۔1711ء) د پښتو ژبې هغه شاعر دې چې د شـهرت او مقبـوليت پـه لحـاظ
تر تولو بر دے ،په خپله شاعرۍ کښې رحمان بابا د دروېشۍ او فقيرۍ په ژبه خپل تصور او فکر بيـان
کړے دے۔ خو دا خبره هم د يادولو وړ ده چې دغــه قلنــدر ،دروېش ،فقــير او زبــرګ شــاعر هم د خپلې
معاشرې او د خپل اولس او د خپلې معاشرې د سـمولو ،ودانولـو د پـاره پـه ښـکلي ښائسـته انـداز کښـې
اشعار وئيلې دي۔ که هر څو عام طور سره د رحمــان بابــا پــه حقلــه دا وئيلې شــي چې صــوفي دے او د
صوفي سره د ګوښه نشينۍ او تنهائې تصور تړلے شي خو د رحمان بابا په حواله دا خبره په پوره ډول
سمه نه ښکاري۔ اسماعيل ګوهر د رحمان بابا د ادبي عمرانياتو په حواله وائي:
" رحمان بابا تـه عـام طـور سـره ډېـر پـه تکـرار يـو صــوفي ،مجـذوب ،ملنـګ ،او
تنهاپسند شاعر وئيلے شي خو کتل دا پکار دي چې آيا رحمان بابا د خپلو افکارو په
رڼــا کښــې هم يــو صــوفي ،مســت ملنــګ ،مجــذوب اور تنهاپســند دے ،آيــا هغــه د
معاشرتي حقيقتونو ادراک نه لرو؟ د خپل عهد پــه معاشــرتي او ســماجي مســائلو ئې
نظر نه لرلو؟ د خپل ماحول نه ئې سترګې پټې کړي وې او د شاعرۍ په وســيله ئې
د سماج د اصالح فرض نه وو ادا کړے؟ دا ټول هغه ســوالونه دي چې جــواب ئې د
()120
ادبي عمرانياتو په حواله د رحمان بابا په شاعرۍ کښې موندے شي"۔
د دې ټولو پورتـه کـړلې شـوو سـوالونو جوابونـه د رحمـان بابـا شـاعري خپلـه ورکـوي۔ چې د
رحمان بابا تصوف ،دروېشۍ ،ملنګۍ ،هغه ګوشه نشين کړے نه وو۔ د رحمان بابا په شــاعرۍ کښــې د
تصوف سره سره د خپل اولس ،د خپل ســماج ،د خپلې معاشــرې او د خپــل اولس او خلقــو ســره تــړلے
خبرې هم شته ۔ رحمان بابا چي څنګه د تصوف خبرې په ساده بــاده انــداز کښــې د خپلــو خلقـو او اولس
زړه ته کوزې کړې دي۔ دغه رنګ ئې د خپلې معاشرې او خپل سماج نه هم سترګے نه دي پټے کــړي۔
90
په قول د کاکا جي صنوبر حسين مومند چې " د وخت نبض ئې الس کښې نيولے دے اودمړي ګــوراود
()121
ژوندي ئې کور ښود لے دے"۔
رحمان بابا د وخت د بادشاهانو مدحې او قصــيدې نــه دي ليکلے ،بلکې پــه هغــو ئې نيــوکے او
تنقيد کړے دے ،ګويا خپل د وخت په سياسياتو بانــدې ژور نظــر لــري او ســترګې ئې تــرې نــدي پــټے
کړي ،د اورنګ په حقله وائي:
اوس دا څوک څنګه وئيلے شي چې رحمان با با يواڅې ګوشه نشين دروېش ؤ ،د خپــل وخت د
بادشــاه ،بلکې شهنشــاه پــه کــړو وړو او عمــل بانــدې د څــومره ســخت رد عمــل اظهــار کــوي۔ پــه خپــل
چاپيرچل ،په خپل وطن او په خپله خاوره او اولس باندي چې ظلم او زياتي اوويني نو صبر نشي:
د رحمان بابا نه پس هم پر پښتو شعر و ادب کښې د عمراني شعور وړانګي وجود لــري او کــه
هر څو هم د دغه دور شــاعران د خپــل ذات احساســات او جــذباتو تــه د شــعر جامــه ورکــوي ۔ د هجــر،
فراق ،وفا ،بې وفائې ،جور او جفا يا د محبوب د حسن ،ښائســت او جمــال خــبرې کــوي خــو اوس پــدې
معاشره کښې پدې چاپيرچل کښې ځکــه خــو پــه اشــعارو کښــې د عمــراني پــوهې او ادراک پلوشــې هم
وجود لري۔
د دې بحث نه دا خبره په مخه راځي چې پښتو شاعرۍ کښــې عمــراني افکــار د پښــتو د اولســي
شاعرۍ د ټولو نه زوړ صنف ټپه کښې او بيا ورسره په ځنو نورو اولسي اصنافو کښــې وجــود لــري۔ د
دې نه دا معلوميږې چې د عمراني فکر ارتقاء د پښتو د شاعرۍ زوړ صنف دے۔ د اولسي شــاعرۍ نــه
پس مونږ د پښتو د ځنو مشهور شاعرانو په حواله د عمراني افکارو د ارتقاء جاج اختصار سره اوکړو
لکه ارزاني خويشکي او د روښاني دور نـور شـاعران۔ بيـا د خوشـحال خټـک د عمـراني افکـارو ذکـر
اوکړو او ورپسې د رحمان بابا د عمراني فکر جــاج واغســت۔ دا ټــول د پښــتو کالســيکي دور شــاعران
دي۔ پدې کالسيکي دور کښې عمراني افکارو ارتقاء موندلے ده او د ذکر شوؤ شاعرانو نه عالوه د دې
کالسيکي دور د نورو شاعرانو په شاعرۍ کښې هم عمراني فکر وجود لري ۔
92
حوالې
اول باب
20.www.cliffsnotes.com/sciences/sociology/the- sociological.../The-
founders-of-sociology retrieved on 15/10/2015
21.Ritzer George, Sociological Theory. Islamabad, National Book
Foundation, 2001, p:13
22. Mohan, Bhuban ,chravorty.Theory,MethodologyandConcepts, London
new central Book Agency(p) Ltd, 2009 p.17
23. Sociological Theory, p: 34
24. http://educationsansar.com retrieved on 20/10/2014
25. Sociological Theory, pp:77,107
26. Wilkins, Elizabeth j ,An introduction to sociology ,Macdonald and
Evans, England, Reprint 1979,pp:3 - 20
27. Theory,MethodologyandConcepts,pp:5, 6, 7
مقتــدرہ قــومی، اســالم ٓابــاد، کشاف تنقیدی اصطالحات، ابواالعجاز،حفیظ صدیقی .28
13،ص،1985 ،زبان
29. Mohan, Bhuban ,chravorty,p:10
30. Anwar Alam, Dr. ,Principles of sociology,Peshawar,NewAwan
Printers,2008 p: 89
31. Kathy S. Stolley,The Basics of Sociology,London, greenwood press
westport,conecticut , p: 44
32. Kathy S. Stolley,The Basics of Sociology , p: 45
33. http:www.sociologyguide.com/basic-concepts/Social- Groups.php
retrieved on 14/7/2015
34. Principles of Sociology,p:56
35. Ibide,p101؛ ق
264 -261 :ن ص، س، عزیز ب ک ڈپو، الہ ور، عمران ی ات،چ وہ دری، دمحم ا ب ال .36
37.Theory, خت ن خMethodolgy
خ ث ق فConcepts,
and
ش ت
p:11
ک
فئ ن
پ ط م
:ص، س ن، ی بر و وا، حکمہ ا ت وا العات،پ اور، لچ راور اری خ،ٓارٹ،وراالمی ن یوس ز ی .38
16
2014 ، کوټه صحاف نشرياتي مؤسسه، د پښتني ژوند کړۀ وړۀ،دروېش دراني .39
156:ص،ء
، پېښور يونيورسټي، پښتو اکېډيمي، پېښور، روهي سندري،سلٰم ی شاهين .40
205 : ص،ء1984
پښتانۀ او پښتونخوا،د پښتو، روهالوجي،ډاکټر، پروفيسر،راج ولي شاه خټک .41
129 : ص،ء2012 ،پېښور يونيورسټي، پښتو اکيډيمي، پېښور،مطالعه
134،135 : ص،ايًضا .42
205 : ص، روهي سندرې .43
، يونيورسټي بک ايجنسي، پېښور، ارمغان خوشحال،خوشحال خان خټک .44
1024 : ص،ء2009
153،154 : ص ص، ،د پښتني ژوند کړۀ وړۀ .45
94
ش غ ٹ ف ن
محمد نواز خان ،محسود ،ڈاک ر ،ر گی راج اور ی رت م ن د مسلمان،
مالی وزیرست ان گوری ک .46
مرکز2000 ،ء ،ص 47
آرٹ ،کلچر اور تاريخ ،ص17 : .47
48.www.amazon.com/towards-understanding -Pukhtoon-
Hassan-yousufzai) retrieved on 24-10-2015
امیرحمزہ خان شنواری۔ قبائل کےرسم و رواج ،مضمون مشمولہ،اٹک کےاس .49
پار،فارغ بخاری ،رضا ہمدانی ،الہور،گوشہ ادب ،س ن ،ص59 :
درحما بابا کليات ،ترتيب او سمونه ،دوست محمد خان کامل مومند او قلندر .122
مومند ،پېښور ،د چاپ ځائې،1984 .ص ص83،84:
ايضًا،ص263: .123
دويم باب
98
په شلمه صدۍ کښې د پښتنې معاشرې حاالت او نوې معاشرتي تقاضې
د ترقي پسند تحريک سره وابسته شاعرانو په زمکني مسائلو فکري ارتکاز
د خدائۍ خدمتګارتحريک سره د وابسته شاعرانو معاشرتي افکار
منفي معاشرتي عوامل او دشاعرانو رد عمل
د مثبتو جذبو اوبۀ خور
حوالې
شلمه عيسوي صدۍ په ډېرو سياسي ،ســماجي او معاشــي حوالــو پــه عــالمي ســطح هم خپــل يــو
خاص اهميت لري او د پښتنو په سيمه هم په دغه صدۍ کښــې ډېــر ادلــون بــدلون راغلے دے ـ پــه يــوه
معاشره کښې تغير او تبديلي مثبت وي او که منفي خو د ژوند په ډېرو اړخونو خپل اثــرات غورځــوي ـ
د معاشرتي ژوند مختلف اړخونه د اجتماعي ژوند په شکل کښې څرګندېږي ـ کــه يــو اړخ کښــې بــدلون
راځي نو په ټول اجتماعي هيئت کښې ئې اثرات محسوسولے شــي ـ شــلمه صــدۍ کښــې انســاني ژونــد
ډېرې تبديلۍ اولېدې ـ
حريت او انساني ژوند د ساهو ارتقا په تحريکونو کښې به ئې نور زور او شــور هم
پيدا کړے وي او يقينًا چې داسې شوي دي ـ ددغه ټولو انقالبونــو اثــرات مــونږ پــه
ټول نړېوال ادب محسوسوؤ ـ په هندي ادب ددغه هر څۀ اثــر هم يــوه فطــري خــبره
وه ـ هندوستان ته د پيرنګي راتګ په خپله لويه واقعه او ســانحه وه ـ خــو کلــه چې د
پيرنګي پښې دلته مضبوطې شوې نو د خپل غرض د پاره ئې د ځان ســره د جديــدو
علومــو او پــه شــعر و ادب کښــې د جديــدو نظريــو ســوغات هم راؤړل ـ او جديــدو
نظرياتو زمونږ ليکوال ته هم د تحقيق ،تنقيد او تخليق په ميدانونو کښــې نــوې الرې
او نوي لوري پرنستل ـ او زموږ په سياسي ،معاشي او ثقــافتي ژونــد ئې ښــۀ زيــات
()1
اثرات پرېباسل ـ "
شلمه صدۍ شروع کېدو سره په پښتونخوا کښې ځينې داسې سياسي ،انتظامي او فکري تبديلۍ
راغلې چې د هغوئي په نتيجه کښې پــه معاشــرتي حــاال تــو کښــې هم بــدلون راغے ـ او د نــوو حــاال تــو
تقاضې هم بدلې شوې ـ د شلمې صدۍ په اولني کال يعني په کال 1901ء کښـې پښـتونخوا پـه انتظـامي
لحاظ د شمال مغربي سرحدي صوبې په نوم بيله صوبه جوړه کړے شوه ـ ددې نه ړومــبې پــه انتظــامي
لحاظ دا د پنجاب سره وه ـ
ترجمــه:د رنجيت سنګهـ حکمــرانۍ کښــې شــامل مغــربي ســرحدي صــوبه پــه کــال
1849ء کښې کښې د فېرنګي په حکمـرانۍ کښـې راغلـه او پنجـاب سـره اوتـړلے
شوه ـ دا عالقه تر کال 1901ء پورې د پنجاب نه پرې حکمراني کېده ،تر څو چې
دا د يو کمشنر ماتخت صوبه وه ـ 1932ء کښې دې ته د ګورنر مــا تخت د صــوبې
درجه ورکړے شوه ـ
د صوبې تشکيل په لساني او ثقافتي بنيادنو نۀ ؤ بلکې په انتظــامي لحــاظ ؤ ـ پېښــور د
صوبې مرکز اوټاکلے شو او سرکاري افسران چې پکښې د نورو ژبو او نورو صوبو افســران
هم شامل ؤ پېښور کښې د صوبې انتظام چلوؤـ په انتظامي لحاظ د صوبې اولس ته اسانۍ پيــدا
شـوې او پـه سياسـي او فکـري لحـاظ هم پـه معاشـره کښـې بـدلون سـر پورتـه کـړو ـ د غالمۍ
احساس نور هم بېداره شـو او ازادۍ جـذبې نـورې هم توانـا شـوې ـ ددغـه فکـري او سياسـي
بيدارۍ په نتيجه کښې ګڼې نورې عمراني تبديلۍ هم راڅرګندې شوې ـ په دغه حقلــه د صــاحب
شاه صابر داتجزيه د خپل تاريخي اساس له کبله اهمه ده:
100
" پــېرنګي د راتلــو نــه د مخې پښــتنه ټولنــه پــه خپلــو قــدرونو او قــدرتونو
نازېدلې والړه وه ـ دغه ناز که څۀ توان لرلو خو تاوان ئې هم د څۀ سره ســم نــۀ ؤ ـ
د پېړيو پېړيو وروستو شوؤ قدرونو او قدرتونو هيڅ معاشرتي حــرکت او بدلونــه
مخې ته نۀ پرېښودو ـ قبيلوي ژوند او جاګيردارانه رويو د قامي اتحاد او اتفاق مخـه
نيولې وه ـ فرنګي د نوي فوجي تنظيم او سياســي تــدبر ســره ســره نــوې معاشــي او
تهذيبي رويېې هم راؤړلې ـ ددغه راتګ سره د پښتنو په خاوره د فيرنګي او پښتنو
تر مينځه د وسله ايزو انښــتو پــه څنــګ کښــې معاشــي او تهــذيبي انښــتې هم جــوړې
شوې ـ
پښتون ته که په خپل مټ کښې هر څومره زور ښکارېدو او په خپلو تهذيبي قدرونو
ئې هر څومره ناز لرلو خو چې په خپله خاوره ئې د فرنګي د السه مــاتې اوخــوړې
نو خپل مضبوط هوډ د بيخي ماتېدونه اوساتو ـ خو د ځان جاج اخيستو ته مجبــوره
شو ـ د خپلو تجربو او نوؤ حاال تــو پــه رڼــا کښــې دغې نــتيجې تــه اورســېدو چې د
مضبوط ،منظم او فعال فرنګي خالف جنګ قامي اتفــاق او اولســي تنظيم غــواړي ـ
ددغه غوښتنې په سمون ئې قامي اصــالح تــه مال اتړلــه او د انجمن اصــالح افاغنــه
بنيــاد ئې کېښــودو ـ د قــامي اتفــاق تنظيم او حــرکت پــه الره کښــې والړ فرســوده
قدرونه او ناارامه قدرتونه ئې وغنـدل ـ چې لـږه سـاه ئې واخيسـته نـو تنظيمي ډول
ئې د خدائي خدمت ګار جامه واغوسته ـ د اصالح او بيدارۍ هر اړخيز عمل لــه ئې
دوام ورکړو ـ ددغه مقصدونو تر سره کؤلو د پــاره ئې هــره ســاهو ذريعــه او هــره
نيکه وسيله پکار راوسته ـ تر دغه وخته ادب ددغه ميدان موثره وسله ثابته شوه ـ"
()3
انجمن اصالح افاغنه پــه پښــتنه ټولنــه کښــې د نامناســبه روايــاتو او رســمونو
رواجونو د خاتمې سره سره دا هم عزم لرلو چې پښتانۀ ِد َد نوي ژزند د پاره په فکري او سياسي توګــه
تيار کړے شي ـ خــو دې ســره ســره د خپلې ژبې،مثبت قــومي روايــاتو او د عمــراني ژونــد د قاعــدو او
ضــابطو د اســتحکام او اوودې کوششــونه هم شــروع کــړے شــول ـ انګريزانــو چې کــوم قســمه بــرټش
سکولونه پرانستل او څۀ قسمه نصاب ئې لولؤ نو هغه پښتون تهذيب او قومي نصب العين ته برابــر نــۀ
ؤ نو ځکه د خدائي خدمت ګار تحريک له خوا پښتنو د پاره د داسې سکولونو او داسې نصــاب غوښــتنه
اوکړے شوه چې د پښتون د ازاد فطرت،عزم و همت او د حريت جذبو تــه د تــوان بخښــلو ســره ســره د
پښتو ژبې د ترقۍ سبب هم اوګرځي ـ په دې حقله عبد الغفار خان ( باچا خان ) اسالم نومې اخبار کښې
د ټولو نه ړومبے اواز اوچت کړو ـ طارق رحمان په دې حقله ليکي:
it.He also demanded that Pashto should be made the medium of
)instruction at the primary level." (4
ت
رجمه :اګست 1929ء کښې پــدې فــوري مســئلے عبــد الغفــار خــان اوليکــل چې د
فرنګي سکولونو سسټم صرف خپل اقتدار مضبو طولودپاره دي ،او ددې پـه ذريعـه
اولس خپل مطيع کولے شي ـ هغه دا مطالبــه هم اوکــړه چې پښــتو دې پــه پرائمــري
سطح د تعليم ذريعه اوګرځولے شي ـ
نوي برټش نظام تعليم سره د پښتونولۍ ډېر قدرونه متاثره کېدل نو ځکه خپلـه ژبـه ،ثقـافت او
قومي قدرونه د محفوظؤلو او هغوئي ته د استحکام ورکؤلو فکر پيـدا شـو ـ پـه کـال 1901ء کښـې د
پښتنو د مطيع کؤلو د پاره ډېر جابرانه قوانين هم جــاري کــړے شــول ـ هللا بخش يوســفي ددغــه قوانينــو
باره کښې ليکي:
به د يو مهذبه قوم په تاريخ کښې موندے نه شي او ددې قوانينــو ذکــر ،ددې تفصــيل
تشريح او نتائج خو شايد چې يو مهذبه انسان په وړمبي نظر قبول کړي ـ
ددغه جابرانه قوانينـو خالف پـه پښـتنو کښـې غم او فکـر پيـدا شـو ـ ځکـه چې ځيـنې
قوانين د هغوئي د ژوند د قدرونو خالف ؤ هم خالف ؤ او د هغوئي د ازاد ژونــد هم خالف ؤ ـ جرګــه د
پښتنو د عمراني ژوند يو اهم رکن دے ـ جرګه کښې د قوم او قبيلې هاغه کسان شــامل وي چې د پــوهې
او انصاف خاوندان وي خو په نوؤ قوانينو کښې د جرګې کســان بــه د ډپــټي کمشــنر پــه خوښــه ټــاکلے
شول او د کومو پوهه او انصاف پسندي به چې مشکوک وه ـ په دې حقله هللا بخش يوسفي ليکي:
څرګند تحقيقات اوکــړل ،دا ملــزم مجــرم هم دے ســزا دې ورتــه ورکــړلے شــي ـ د
مالدارو د جرمونو سزاګانې به غريبانو ته ورکولے شوې ـ د خانانو نـوکران بـه پـه
خانانو قربان کړے شول ـ د حق او انصاف په ځائې به اثر و رســوخ او مــال دولت
کار کؤ ـ څوک به چې يو ځل ددې قانون الندې اونيولے شو هيڅ کله به بې ګناه نــه
شو ثا بېتېدے ـ په داسې مقــدمو کښــې بــه څــوالس څــوارلس کالــه بــا مشــقت قېــد
اورؤلے شو ـ صرف په نوم د يو نګــران نيولــو اجــازت بــه ؤ خــو مقدمــه کښــې بــه
قانوني مشير نه شوه پېش کېدے ـ
صوبه کښې د عيسائيت د تبليغ کار هم شروع شــوے ؤ او عيســائي مشــنري هســپتالونه
هم قائم کړے شوي وؤ ـ پښتانۀ چې اسالم سره بې کچه مينه لري او د مذهب د بدلؤلو هډو ســوچ هم نــۀ
شي کؤلے خو د فرنګيانو په داسې کوششونو ظهير او دلګير وؤ ـ دغه ټــول نــوي حــاالت او واقعــات د
عامو خلقو په نسبت شاعر او اديب ډېر شدت سره محسوسؤل او ددې د مخ نيوي د پــاره ئې خپــل فکــر
او قلم پکار راوستلو ـ
شلمه صدۍ لکه چې څنګه اول هم ذکر اوشو چې په ټوله نړۍ کښې د ادلون بــدلون صــدۍ ده ـ
څنګه چې په کال 1901ء شمال مغربي سرحدي صوبه جوړه کړلے شوه او د هغې په پس منظر باندې
بحث اوشو ـ دغه رنګ شمالي پښتون خوا چې اوس د بلوچستان په نـوم يـادېږي انګريـز د خپلې خـاص
پاليسۍ د الندې د افغانستان نه بيله کړله او په کال 1887ءکښې ورته د برټش بلوچســتان نــوم ورکــړو ـ
په کال 1879ء کښې انګرېزانو د افغانستان د امير يعقوب په" ګنډ مک "معاهدې کولــو مجبــور کــړو ـ
او ورپسې ئې امير عبدالرحمان سره د ډېوډرنډ الئن معاهــده هم اوکــړه او پــدې جــوړ ئې خپلــو سياســي
مقصدو ته دوام ورکړوـ موجوده جنوبي پښتون خوا ته ئې د برټش بلوچستان نوم ورکولــو ســره د يــوې
نــوې خودســاخته صــوبې بنيــاد کېښــوده ـ چې پــه هغــه وخت کښــې ئې د قالت درياســت يــا د رياســتي
()7
بلوچستان سره څه قسم تعلق نه و ـ
د پاکستان د جوړېدو نه پس برټش بلوچستان ته د کوټې ډويــژن نــوم ورکــړلے شــو او رياســتي
بلوچستان ته د قالت ډويژن نوم ورکړلے شو ـ د برټش بلوچســتان سياســي او انتظــامي حــثيت پــه کــال
1955ء کښې د ون يونټ په نوم ختم کړلے شوـ چې د ملک اکثرو سياسي ګوندونو د شديد مخــالفت پــه
سبب کله ون يونټ ختم کړلے شو نـو د بـرټش بلوچسـتان يـا د پښـتنو چيـف کمشـنري صـوبه بحـال نـه
کړلے شوه او قالت ډويژن د پښتنو د عالقو سره ضم کړلے شو ،ددې مخالفت د پښتنو سياسي مبارزو
ډېر په شدت سره اوکړو ـ
آمدم بر سِر مطلب ،انګرېز د پښتنو د تقسيم عمل جاري اوساتلو او د ســرحد قبــايلي عالقې او د
برټش بلوچستان په نوم ئې تقسيم کړل ـ پدې جوړ د پښتنو سياسي او تاريخي طاقت او قوت ختم کړلــو ـ
ګر چې انګرېز د پښتنو دا تقسيم د افغانستان د الندې کولو د پاره اوکړو خــو انګرېــز خپــل پــدې مقصــد
()8
کښې بريالے نشو ـ
د شــلمې صــدۍ پــدې سياســي ادلــون بــدلون کښــې د پښــتنو پــدې ســيمو چې کــوم سياســي ،
معاشي ،معاشرتي يا عمراني اثر اوشو ،د هغې ذکر د تاريخ په پاڼو کښــې محفــوظ دے ـ خــو دې ســره
سره د پښتنو په شعري ادب کښې هم مونږ ته اثر ښه پوره پوره په نظر راځي ـ د دعه ټولو پښتنو سيمو
104
شاعران خپل د وطن د سياست ،معاشرت ،اقتصاد او تاريخي بدلون نه بې خبره نــه دي پــاتې شــوي ـ
او ددې ټول رنګونه ئې په تخليقاتو کښې په نظر راځي ـ
په بل اړخ کۀ مون په افغانستان کښې د اسېدونکو پښتنو قبائلو په عمراني او سياســي حــاال تــو
يو ځغلند نظر واچوو نــو هلتــه هم پښــتون معاشــره د زمــانې د انقالبــاتو پــه مخــه وه ـ د نولســمې صــدۍ
عيسوۍ په ابتــدا کښــې د امــير عبــدالرحمان ځــوئے امــير حــبيب هللا خــان د افغانســتان پــه سيســي مســند
کېناست ـ امير عبدالراحمان د افغانستان د رياست باقاعـده بنيـاد اېښـودونکے وه ـ او هم دې د ادفغـاني
رياست باني تصور کېږي ـ د امير حبيب هللا خان د دور نه راووخله تر دې دمه دافغانســتان خــاوره د
وخت د جبر نه خالصه نه شوه او د يو مسلسل جنګ سره مخ ده ـ که د افغانستان دننه اړې ګړې وه او
کۀ د روس او بيا د امريکې مداخلت وه يا نور سياسي او عمراني حاالت وو ،دې ټولو په مجمو عي د
پښتنو په ژوند ژواک باندې ژور اثرات اچولي دي ـ ددې ټولو حالتو په ترڅ کښــې چې کــوم اړې ګــړې
او ادلون بدلون پدې خاوره تېر شوے دے يا تېرېږي د عکس ددې دور په شعر و ادب کښې څرګنــد
دے ـ
دا خبره واضحه ده چې ددې سياسي اړي ګړي او بدلون رابــدلون نــه چې کــوم اثــرات پــه مخــه
راغلل او د هغې په سبب د لر او بر پښتانۀ د کوم صورت حال نه تېر شول هغه زمونږ د تــاريخ ســره
سره زمونږ د ادب برخه هم اوګرځيده ـ او چې بيا کله په کــال 1979ء کښــې روس پــه افغانســتان د
خپلو سياسي مقاصدو د پاره داخل شود هغې اثرات هم په لر او بر پښتون تقريبًا يو شان پرېوتــل ،او ال
تر ننه په مختلفو رنګونو کښې په مخه راځي ـ او چې بيا کله د 11/9پېښــه اوشــوه او د هغې پېښــې
چې کوم اثرات په افغانستان پاکستان او د نړۍ په ګټ ګټ کښې پــه اوســېدونکو پښــتانو پرېوتــل هغې
زمونږ ټول تخليقي ادب بالعموم او شعري ادب بالخصوص کــوم فکــر ســوچ پېــدا کــړو هغــه د شــلمې
صدۍ سره سره تر يويشتمې صدۍ خور پروت دے ،چې بهر حال هغه ددې مقـالې د چوکـاټ نـه بهـر
دے ـ او خپل په ځائې يوه ډېره لويه موضوع او مضون دے ـ خو بيــا هم څــه لــږ ډېــر بحث او شــعري
خوالے به پدې خواله وړاندې کولے شي ـ
د لر او بر پښتنو سيمو سره سره پښتانۀ په يو ډېر لوے تعداد کښې د سندهـ د صــوبې د کــراچۍ
ښار او ځنو نورو ښارونو کښې هم اباد دي ـ خو د کراچۍ په ښار کښې دا تعــداد پــه لکونــو دے او پــه
يوه ښاريه کښې په دومره لوئے تعداد کښې پښتانۀ بل هيڅ ځائې کښې هم نه دي اباد ـ زلمے هېواد مل
د کراچۍ د پښتنواعداداو شمار او فرهنګي او عمراني ارزښت په حواله ليکي:
“د يوې بلې وروستۍ احصائيې لــه مخې اوس پــه کــراچۍ کې شــاوخوا 40
لکه او په نور سندهـ کې 15لکه پښتانه اوسېږي ـ بايد ووايو چې له کراچۍ
سر بېره په حيدرآباداو نورو سندهي ښارونو او ســيمو کې هم پښــتانه شــته ـ
ددې سيمې ښارونو ته په کتله يې ډول د پښــتنو مهــاجرت او ميشــتېدنو اوس
دا سيمه د پښتنو د فرهنګ له څــېړنو ســره مرتبطــه کــړې ده ـ پــه سندهـ کې
آباد پښتون که څه هم زياتره مـزدوران دي ،خـو د ښـه کاروبـار خاونـدان هم
پکې لږ نه دي ـ دې خلکو اوس په دې سيمه کې جايدادونه اخيســتي او پاخــه
"()9
د هغه ځاى شوي دي ـ
105
که هر څو په کراچۍ کښې ميشته پښتانۀ خپل د کار روزګار په سلسله کښې ميشـته دي او خپلـه
خواري مزدوري کوي خو ددې ښار د سياسي اړي ګړي نه هم په هيڅ ډول خالص نه دي ـ او ورســره
د خپل کلي وطن د حاالتو د اثر نه بهرنــه دي او نــه تــرې ســرګې پــټې کــړې دي ،او ددې ټولــو حــاالتو
عکس د کراچي د پښتون تخليق کار په تخليق کښې موندلے شي ـ چې د پښتون تخليق کــار د عمــراني
شعور غمازي کوي ـ ځکه پدې مقاله کښې ځائې په ځائې دکراچۍد ځنو نمائنده شاعرانو د کالم نمونې
هم شاملې دي چې د هغو د عمراني شعور هينداره ده ـ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ډاکټر دين محمد تاثير د هندوستان د ترقي پسنده اديبانو د تنظيم نوم انجمن ترقي پسند مصنفين کېښودو
او منشور ئې تيار کړو ـ پدې منشور کښې اوئيلے شول:
(ترجمــه)"د انجمن مقصــد ادب او ارټ د دقيانوســۍ نــه بچ کــؤل دى ،فنــون لطيفــه
اولس ته نزدې کؤل دى ـ په ادب کښې لوږه،غربت،سماجي پستۍ او سياسي غالمۍ
ســره بحث کــؤل دى ـ هاغــه ادب چې ُسســت او بې کــاره جــوړوى هغــه رجعت
() 10
پسنددےاو چې عقل ته ځال بخښي نو هغه ترقي پسند دے ـ "
ترقي پسنده ادب او په خاص طور شاعرۍ په اولس کښې سماجي او سياسي شعور پيــدا کــړو ـ
د سماجي نا انصافيو خالف ئې په هغوئي کښې د مزاحمت او مدافعت جذبې راؤپــارؤلې ـ د شــاعرانو
شاعرانه موضوعات بدل شول ـ د ګل او بلبل قېصې د شاعرۍ نه خارج نۀ شوې خو د خپلې معاشرې
د حقيقي ژوند عکاسي ،د مظلوم حمايت،د ظالمــانو غندنــه،ازادي،انصــاف ،او د تــرقۍ ارمــان د تــرقي
پسنده شاعرانو اهم موضوعات اوګرځېدل ـ د ټول هندوستان په شان پـه پښـتو ادب هم د تـرقي پسـندۍ
اثرات ډېر زر او ډېرې تيزۍ سره شوې ؤ خو د انجمن ترقى پسند مصنفين اجالسونه په پېښور کښ د
پاکستان جوړېدو نه زر پس شروع شول ـ ابتدائي اجالسونه په کال 1947ء کښې شروع شــوى وؤ ـ پــه
دغه وخت کښې کاکا جى صنوبر حسين د انجمن صوبائي صــدر وؤ ـ د انجمن د اجالســونو صــدارت د
پاره فېض احمد فېض ،موالنا حسرت موهاني ،عبــد الحميــد عــدم ،چــراغ حســن حســرت،تلــوک چنــد
محروم،سعادت حسن منټواو موالنا تاجور نجيب ابادي هم پېښور ته راغلي وؤ ــ
په ابتدا کښې کاکا جى صنوبر حســين ،اجمــل خټــک او افضــل بنګش نېــغ پــه
نېغه انجمن سره وابسته وؤ او زر پس سليم راز هم په دغه ډله کښې شامل شو ـ په دويمه مرحله کښې
قلندر مومند ،همېش خليل ،ايوب صابر ا ولي محمد طوفــان هم د انجمن ډېــر فعالــه غــړي وؤ ـ نــورو
ډېرو شاعرانو تــرقي پســنده رجحــان خپــل کــړو او پــه فکــري لحــاظ ئې ددې د منشــور پــه رڼــا کښــې د
شاعرۍ د تخليق تجربې شروع کړې ـ د انجمن څانګې ،بنو،مردان،کوهــاټ،نوښــار ،او ډېــره اســماعيل
خان کښې قائمې کړے شوې ـ د صوبې د مخصوص ســماجي او سياســى حــاال تــو تــر مخــه د ســماجي
شعور دا غږ ډېر شدت او تيزۍ سره پورته شو ـ
ترقي پسند شاعرانو د ژوند حقيقى مسئلو ته توجه اوکړه ـ شاعرانو محض د تخيال تي شاعرۍ
په ځائے خپلو معاشرتي حقيقتونو ته سترګې پرانستې ـ انساني ژوند ته چې په کومه کومه ســيمه کــومې
کومې الميې پېښې وې د هغوئي د ترجمانۍ حق ئې ادا کړو ـ په دې ترجمانۍ کښې پــه خــاص طــور د
مظلومې او پرېوتې طبقې حاالت ئې نېغ په نېغه بيان کــړل ـ د معاشــرې د منفي اړخونــو غندنــه ئې
اوکړه او د غربت،بيمارۍ او د سماجي نا انصافيو د الســه د اولس پــه خــوار حــالت ئې د درد او غم او
غصې اظهار اوکړو ـ ادب د ژوند ترجمان شــو ـ د نااميــدۍ پــه ځــائے ئې د اميــد او د ژړا او فريــاد پــه
ځائے ئې د عزم او همت خياالت وړاندې کړل ـ ترقي پسنده شاعرانو د معاشرې منفي اړخونــه زيــات
څرګند کړي دي ځکه چې د تــرقي پســندۍ د وظيفې پــه حقلــه معروفــه تــرقي پســند شــاعر فېض احمــد
فېض په خپل يو انټرويو کښې وئېلې دي:
107
ترقي پسند ادب په اولس کښې د اميدجذبه پيدا کوي ـ د عزم او همت جذبې بيداروي ـ د
مشکال تو او مسائلو مقابلې تۀ ئې توانا کوي ـ د ناميدۍ او مايوسۍ نــه خپــل قــوم بهــر راؤباســي ـ د هــر
ظالم او جابر خالف نعره پورتــه کــوي ـ د استحصــالي قوتونــو ســره هيڅ قســمه ســمجهوته نــۀ کــوي ـ د
پرېوتو طبقاتو د حقوقو اواز پورته کوي ـ ترقي پسند اديبان او شاعران شاعري او ژوند د يو بل نه بيل
نۀ ګڼي ـ د هغوئي شاعري د ژوند برخه ده ـ او ځکه ترقي پسند ادب ته ادب پــاره د ژونــد وئيلے شــوي
دي ـ
(ترجمه) "د ترقي پســند تحريــک بنيــادي نعــره ادب پــاره د ژونــد ګڼلے شــي
ددې مطلب د هاغه ژوند نقشه راښکل دي چې پــه کــوم کښــې اوســيدونکې مظلومــه
طبقې د بې وســۍ،ياســيت ،،د احســاس محــرومۍ او ذلت ښــکار شــي او د کــوټلي
اومجرد حقيقتونو په شکل کښې د هغوئي اظهار نېغ په نېغه کــولے شــي ـ پــه دې
لړ کښې داسې کردارونه پيش کؤ لے شي څـوک چې پـه دغـه حقيقتونـو کښـې دننـه
اوسيږي او په شعوري سطح د ترخـو حـاال تـو مخ پـه بلـه اړؤلـو کښـې د نظريـاتي
پختګۍ او کمټ منټ ثبوت ورکوي ـ او په خلقــو کښــې اميــد او حوصــله او جــرات
108
پيــدا کــوي ـ داســې کردارونــه د خپلې نظريــاتي پختګۍ او د کمټ منټ پــه ســبب
( ) 12
پېښمانه يا شرمساره کېږي نه بلکې د جدوجهد او د ګټې عالمت جوړ شي ـ "
ترقي پسنده شاعري د غزل په مقابله کښې په نظم کښې خپل خصوصيات زيات څرګند
کړي دي ـ شاعرانو د نظم په مختلفو هيئتونو او په خاص طور په ازاد نظم کښې د ژوند ترجمــاني ډېــر
وضاحت او شدت سره کړې ده ـ په دې شاعرۍ کښې نه يواځې د شاعرانه فکــر نــوې منطقۍ پــه مخــه
راغلې بلکې د نظم په لفظياتو کښې هم نــوې اضــافې اوشــوې ـ شــاعرانو ډېــرې فــني ازادۍ ســره نــوي
لفظونه په نظمونو کښې استعمال کړۀ ـ د نظم لمن چې د غزل په مقابله کښې اول هم ډېره ارته بيرته وه
د ترقي پسنده شاعرانو د فکري او فني تجربو په سبب پکښې نور هم وسعت راغلو ـ لنډه دا چې د فکــر
او فن په دواړو حوالو ترقي پسنده شــاعرانو د زمکــني حقيقتونــو اظهــار ډېــرې ازادۍ او بېبــاکۍ ســره
کړے دے ـ د يو څو شاعرانو د کالم نمونې وړاندې کؤلے شي ـ
راحت زاخيلي(1885ـ)1963د هر فرد عمراني ارتقاء د مور د غيږې نه شروع کيږي ،او بيــا
رو رو د نورو معاشرتي عواملو په ذريعه ودۀ کوي ـ د مور غيږ د مــور تــربيت او پالنــه هــر ماشــوم د
معاشرتي ارتقاء په پوړو په بره تلو کښې بنيادي کــردار کــري ـ راحت زاخيلي هم دا دنيــا غــواړي ددي
دنيا د کندو کړمو اصال ح کول ېي مدعا ده ـ پدې نظم کښې هغه خپله مور مخــاطب کــوي او وائي چې
مورې زما مدعا و مقصد تعميري ده تخريــبي نــه ده ـ ســوچ او فکــر مې د اصــالح دے ـ د بــدلون دغــه
سوچ يو انقالبي سوچ او فکر دے چې شــاعر راحت زاخيلي پــه خپــل نظم "مورتــه" کښــې ددې اظهــار
کوي ،وائي:
ددې نظم په جواب کښې خپل بل نظم ( د فطرت مور ،شاعر ته) د انقالب او بدلون په الره تګ
ته چې په کوم نظر ګوري د هغې وېنا شوې ده ـ د فطرت مـور شـاعر تـه وائي چې دغـه سـتا لـر کـو د
انقالب الره ده ـ د خلقو او د اولس تصوير خپل د زړۀ او ځيګر په وينو رنګ کړه ـ د هر مظلــوم د زړۀ
تړپا راڅرکنده کړه او په داسي رنګ ئي د اولس زړۀ کښي ځائې کړه چې دغه د مظلــوم او غــريب درد
د هر چــا د زړۀ وېنــا اوګــرځي ـ دغــه فکــر او نظــر خــو د انســان او انســانيت مرســته او ملګرتيــا ده او
شېطان چې د انسان ازلي دښمن دے د هغه په ضد اودريدل دي ـ ګرانه الر ده خــو زه الس پــه دعــا يم
چې هللا دې خپل په مقصداو مرام کښې کامياب او بريالے کړه ـ ګويا د انسان د ښې ورځې خوب ليدل ،
او آرزو او تمنا کول د انساني معاشرې په ارتقاء او وده کښې لوے الس لري ـ
اے زما جادوګر زويه
انقالب ته الر ده دا
د غمونو تصوير جوړ کړه
په خوږه خوږه وېنا
د خپل زړۀ ځيګر په وينو
خط او خال ئې کړه زيبا
د درد اواز ِد رسوه
د در من غوږ ته رسا
د مظلوم د زړۀ تړپارے
په رڼا کړه راښکارۀ
بيا ئې پټ په زړۀ کښې کېږده
دردمن زړۀ کښې د هر چا
بيا ددې دردمن مجلس ته
کـــړه غوغـــــا راوچته
د انسان د حق تفسير شه
د شيــطان ســــــر تـــــــه ســـــزا
دا ريښتنے انـــقالب دے
()14
خدائے د ِ سر کړه مدعا
اجمل خټک
اے د اېشيا د عــظمتونــو زانګو( 1925ءـ2010ء) د خپل جديد او ترقي پسند فکر په وجه د
جديدې پښتو شاعرۍ يو رحجان ساز شاعر دے ـ اجمل خټک نه يوازې خپل د ترقي پسند فکر او نظر
يه په نظم او نثر کښې بيان کړې ده بلکې دې سره سره په عملي سياست کښې هم خپل دغه فکر او
نظر يې د پاره ئې خپل کردار لوبولے دے ـ د خورار او غريب اولس د حق او مرستې د پاره اجمل
باباخپل ټول ژوند کښې دغه مبارزه په ادبي او سياسي مېدان کښې ډېره په نره کړے ده ـ د غريب په
وينو پړسېدلي دې غصبانو چې چې هډو د سره مړېږي نه هغه ورته اوږ سترګي وائي ځکه چې
110
اوږې موړ شي خو اوږ سترګي چرته هم نه مړېږي ـ اجمل بابا دلته پدې الندېنو اشعارو کښې ځان ته
مخاطب دے او ،خپل اوده بخت او خپل قسمت بېدارول غواړي چې حقيقت کښې د ټول خوار اولس
بخت او قسمت دے ـ
ستا په لوړتيا ستا په عظمت مې سالم
وينې چې دا يو څو ملي غاصبان
زمـــا او ستــا پــــه وينو اوپــړسيــدل
ګورې چې دا يو څو اوږ سترګي کسان
د لـــوڅ لـــغـــړ پــه غـــوښو اوڅــربېدل
تــۀ ورتــه ګــــوره زۀ کتے نــۀ شمه
قلندر مومند( 1930ءـ 2003ء) د خپل ترقي پسند فکر په سبب په ترقي پسند ليکولــو کښــې د
سر خېل ډلے سره روان دے ـ قلندر زمونږ د نورو ترقي پسندو شاعرانو او اديبانو په رنګ د قېــد او
بند او زندان د تورو تيارو سره تل مخ شوے دے خو بيائې هم د وخت د دغه جبر مقابله ئې ډېــره پــه
نره کړې ده ـ د خپل اولس د خپلې معاشرې ښه ورځ لټول کــه هــر څــو هيڅ جــرم نــه دے خــو بيــا هم د
وخت بادارو ته دا يو جرم ښکاري او ددې آواز پورته کوونکو تل د وخت ددي غاصبانو د زور او ظلم
مقابله کړې ده ـ ټنقيد کول خود دغه غاصب غوږونه د هيڅ قسم تنقيد برداشت کولے نشي ـ خو د قلنــدر
مومند په شان خلق د تنقيد کولو نه چرته هم نه جاروځي ـ دلته د هغو يو نظم " زهـ تنقيد خو بــه کومــه"
نه يو څو اشعار د نمونې په طور رانقل کولے شي چې هغه پکښې د خپل تاريخ د عظمت په رڼــا کښــې
په خوندهو انداز کښې بيانوي ـ دغه تنقيد د اولس او معاشرې دشــعو او پــوهې د پــاره دے چې عمــراني
ارزښت ئې چرته هم څوک نشي نظر انداز کولے ـ
چې فضا د پاک وطن مې سره لمبه ناګهانه
هشنغر سلګۍ سلګۍ او شولګره شي ګريانه
مياندې بورې پهـ ځلمو شي ساندې ساندې شي هر خو نه
چې د خوياند و فريادونه روڼه اوري لهـ جنانه
يزيد خو به کومه او شمر د غندنه نو
()16
زهـ تنقيد خو کومه
ايوب صابر(1922ء ـ 2003ء )ايوب صابر د ترقي پسند فکر علبردار دے خپل پدې نظم کښې
د خپل عظيم خدائې نه د ګيلې په انداز کښې د خوار ړيب د خوارې ورځې ګيله کوي ـ او په معاشــرتي
تفريق چې ددې دنيا ځنې انسانانو خپل د ځانه ساز کړے دے په هغې باندے نيوکے کوي ـ د نظم انداز
د شکوې او ګيلے دے خو د غريب او امير د طاقتور او کمزوري د ژوند تقابــل کــوي ـ د اولس خــواره
ورځ د خدائي تقسيم ندے بلکې پدې کښــې د وخت د بــادارانو الس دے چې هــر طوفــان هــره ســيلۍ د د
111
بادار محل ته څۀ نه وائي خو بس د غريب جـونګړه الهـو کـوي ـ د معاشـرتي تفريـق د پـاره ددې اوږد
نظم "روايت" نه دا څو بندونه اوګورئ ـ
عظيمه خدايه
قديمه خدايه
که تۀ معزول ئې
له خپل منصب نه
نو بادار څوک دے
که تۀ محروم ئې له تخت و تاج نه
نو راج د چا دے
قديمه خدايه
عظيمه خدايه
طوفان چې راشي
جونګړې يوسي
سيالب چې راسي
غريب الهو کړي
دا راج د چا دے
() 17
رواج د چا دے
محمد نواز خان خټک نظم ( فقيره) کښې د يوې فقيرې جينۍ حال بيــانوي او پــه ســرمايه دارۍ
ټکونه کوي چې دا چې په باران کښې په سر ئې ليره نشته د يخ او ساړۀ نه رپېږي پښې ابله پښې د چا
غريب او نادار لور روانه ده ددې په دې خواره او غريبه ورځ کښــې کښــې د چــا الس دے ـ د ســرمايه
درانه نظام الس دے ـ خو د شاعر دا هم پوخ يقين دے چې مکافات عمل شه يــوه ورځ بــه ددې غرېــبې
جينۍ د حق تپوس کېږي ـ او د سرمايه دار نه به دده د دمړو حساب اخستې شي ـ
تـــــۀ نن ســــــرمايه داره اوګــــــــوره دا فــــقيره
باران کښې خواره ګرځي په سر ئې نشته ليره
ســـــاړۀ نه دا رپيږي پښې ابــــــله بې تــــقصيره
دا لور د بنيادم ده تــــرس اوکړه پـــرې امـــــيره
()18
حســـاب به اخــــر کېږي لــــه تــــانــه د دمـــــړو
عبد الــرحيم مجــذوب () 1935عبــدالرحيم مجــذوب د پښــتو ژبې رومــاني شــاعر دے او د پښــو
کيټس بللے شي ـ مجذوب د خپل خاص اسلوب په لحاظ يو نوې آواز دے ـ مجذوب په خپل روان کښــې
هم د خپل اولس خواره ورځ نده هــېره کــړې ـ د ظلم او جــبر پــه نظــام ئې نيــوکے کــړې دي ـ ســيټ ،
منصبدار ،او جاګيردار چې د غريب په خوارۍ او محنت کومې مزې کوي او د کومــو پــه ســبب چې د
112
اولسخواره ورځ چرته هم سمه نشوه ـ ځکه خو مجذوب د انقالب او د بدلون خبره کوي ځکــه چې بې د
بدلون نه دغه د ظلم او جبر نظام نشي ختمېدې ـ نظم ( زيړ ګلونه) کښې وائي:
همېش خليل ( )1946د اولس د وينې خبره کوي کومه وينه چې توهېږي هغه يو ورځ رنــګ
ضرور روړي ـ وينه د انقالب سبب جوړېږي ـ وينه عبث او فضول نه ځي ـ زمونږ پدې خاوره زمونږ
د خلقو وينه د صدو او د مودو راسې بهېږي ددې وينې نه چې کوم تصوير به ســازېږي هغــه د يــو نــو
بهار پېش خېمه به ضرور ګرځي ـ ولے چې دغه وينه هســې نــه توهــېږي دغــه د پت ،ښــګړې ،او
تورې د پاره توهېږي او ارومرو به ترې د وفا د عظمتونو ابر سازېږي ـ الس به خپل مــرام مــومي او
د خوشحالۍ او سوکالۍ ورځې به راځي ـ د همېش خليل دې اشعرو لږ پدې نظر اوګورئ ـ
افراســياب خټــک ( 1950ء )تــرقي پســند ليکوالــودےدې د غــريب اولس او د هغــو س اوالد د
مسـتقبل د خوبونـو خـبره ډېـره پـه زړۀ پـورې انـداز کښـې پـه خپلـو اشـعارو کښـې وړانـدې کـړې ده ـ
افراسياب خټک هم خپل پدې نظم کښې په فټ پاتهـ باندې پــه خښــته ســر اېښــے د يــوې ماشــومې جيــنۍ
خــبره کــوي ـ چې د ژونــد د تــوره شــپه پــه فټ پاتهـ بانــدې پــه تــېراولو مجبــوره ده ـ وئيلے شــي چې
ماشومتوب خو باد شاهي وي خو ددې غريبې او بې وسې ماشـومې د روڼ سـحر سـلطنت خـو ماتـه نـه
ښکاري ـ دا روڼ سحر به په دې بانــدې کلــه راځي ـ ددې ژونــد او ددې مســتقبل تيــارو ســره مخ کولــو
کښې د چا الس دے ـ د غه الس هر ترقي پســند ليکــوال را ښــکاره کولــو هســه او کوشــش کــړے دے ـ
113
ځکه چې هم دغه الس د معاشرې او اولس په استحصال کښې کردار لري ـ د افراسياب خټک د يو نظم
دغه څو شعرونه د نظر پدې زاويې سره اوګورئ ـ
دا په فټ پاتهـ پرته ماشومه جينۍ
چې ئې په خښته باندې سر ايښے دے
زما د ژوند د تورې شپې مالکه
دې ته ِد کله روڼ سحر ايښے دے
ـــ
دا په ريګونو په ګردونو پټه
خو ستا د سپين سحر امد چرته دے
وائې باچايانې لرې ماشومان
()21
ددې ماشومې سلطنت چرته دے
سليم راز( )1939د موجوده دور د ترقي پسند فکر سر خېل دے ـ هغه ټول عمر د دې فکر او
سوچ په اوبۀ خــور کښــې تــېر کــړے دے ـ اوکــه دا اوئيلے شــي چې هغــه يــو عملي تــرقي پســند فکــر
لرونکے پښتون ليکوال دے نو بې ځايه بــه نــه وي ـ راز د جهــالت ،استحصــال ،او بے علمۍ د تيــارو
سره په جنګ دے ـ او دغه تيارې د هغه ټول عمر نه بدې شــي ـ پــه خپــل نظم " خپســه" کښــې هم ســليم
راز د ژوندون په مرۍ ناستې خپسې ذکر کوي ـ دغه استحصالي خپسې د ژوند دحرارت ســاه ئې خــپي
کړے دے ـ او يو خاموشي ئې چــاپېره خــواره کــړې ده ـ دغــه خپســې نــه ددې مــاحول د خالصــي او
آزادۍ خوب ددۀ د ژوند تمنا او ارزوده ـ
د ژوندون په مرۍ ناستې دي خپسې
د اواز وښکو جرات هم چا کښې نشته
ذهن زړۀ کښې احساسات دې په کوکارو
خو کش کړپ هم څۀ بهر فضا کښ نشته
ـــ
هغه چوڼ هم اورېدے نه شي په غوږو
چاپېر چل کښې يو طويله خاموشي ده
په ماحول باندې راخور د غم سکوت دے
( )22
شکنجه کړې دې حاال تو زندګي ده
دروېش دراني (1953ء ) د کـوټې سـره تعلـق لـرونکے روښـانه فکـره شـاعر د خوشـحالۍ او
سوکالۍ خوبونه ويني ـ خو هغه شيطاني خونه ئې هم په نظر کښې دي ،چې ځنې خلق ئې د خپلې ذاتي
خوشحالۍ د پاره ويني ـ داسې خوبونه د کلهم اولس خوبونه نه وي د د ذاتي حـرص خوبونـه وي ـ دې
خوبونون ته هغه د شيطاني خوبونو نوم ورکوي ـ
114
سيد خېر محمد عارف ( 1944ء)پښتون شاعر او ليکوال پدے خبره ښه خــبر دے چې د هغــه
په وطن کښې دا اړے ګړے ،دا بد امني ،دغه د وينو باران ولے دے او پښــتون د مودوراســې پــه کــوم
سبب قربانېږي ـ پدې عمل کښــې د چــا الس دے او څــوک څــوک ددې زمــه وار دي ـ خــو يــو غټ او
لوے سبب ددے چې پدې عمل کښې د پښتون خپل الس هم شــامل دے ـ دا پخپلــه دې ولے د خپــل ځــان
س خپل قوم او د خپل اولس د تباهۍ او بربادۍ سبب جوېږي ـ ددې لــه وجــه د پښــتون نــا پــوهي او بے
علمي ده ـ او هم پدې وجه دے د دښمن په السو کښې لوبې کوي ـ خپل قاتل خپل مسيحا ګڼي ،پــه خــبره
ئې عمل کوي ،دستار ورته په سر کوي ،عزت او درناوې ورته ورکوي ـ ګويــا" دا چــا دا پخپلــه" پــه
مصداق خبره راروانه ده ـ د بلوچستان د سيد خېر محمـد عـارف دا نظم " خـبره خدايـه" يـو بنـد پـدے
تناظر کښې د کتو دے ـ
سعيد ګوهر( 1947ـ )2010سعيد ګوهر چې د بلوچستان د صوبې سره تعلق لرونکے شاعر
دے ـ په خپل دې ازادنظم کښې چې کوم خيال او فکر وړاندے کړے دے ـ هغه ددې عهد د هر پښتون
شاعر د شعور آواز دے ـ مونږ ته ښه ښکاره او څرګندهده چې زمونږ د ماضي د حال او د مستقبل
قاتالن څوک دے ـ دا هم هغه څوک دي چې مونږ ته واېي مونږ ستاسو همدرديو ،خواخوږي يو،
دوستان يو ـ خو" په خله يوه او په زړۀ بله" وائي يو څه او کوي بل څه ـ
()26
چرته خو زمونږ کلي ته هم راپېښه اوکړه
محمود اياز( )1956د لور االئي د پښتو د ځالند او تاند ادبي کاروان شاعر محمود ايــاز د خپلې
خاورې ،خپل اولس د مينې او خوشبو يو تصوراتي او تخيالتي تړون لري ـ محمــود ايــاز بــالغ شــعور
څښتن شاعر دے طې د خپل فن سره انصاف هم پوره پوره کوي او خپـل احساسـات او جـذبات پـه زړۀ
پورې اندازکښې دبيانولو قدرت او توان هم ورته هللا ورکړے دے ـ دلته د يو نظم نه د نمــونې پــه توګــه
يو څو شعرونه وړاندے کولے شي چې د محمود ايا د ترقي پسند فکر او سوچ ترجماني کوي ـ محمود
اياز په دنياکښې اړے ګړے ،دا شر فساد او قتل مقاتلې او د وينو ســېالب چې بهــېږي روان دے ددې
سبب ا وجه پخپله هم دغه انسان ګڼي ـ ولے چې دلته هر دريم انسان ټوپک يا توره نيولے والړ دے ـ
ريــاض تســنيم( )1968دزلمي کــول يونمائنــده شــاعر دے ،چې خپــل ژونــد د ســندد صــوبې د
کراچۍ په ښار کښې تېراوي ـ تسنيم په هغه شاعرانو کښې دے چې خپل شعري تخليق د پاره ځانه تــه
بيخي نوې الره ويستلے ده ـ د احساس طرز ئې ځانګړے اود طرز او اسلوب په لحــاظ يــو نــوې رنــګ
لري ـ د طبقاتي معاشرې د پاره د رياض تسنيم په لهجه کښې يو زور يو احتجـاج اود مـزاحمت وجـود
لري ـ
په خپل يو نظم "تسلسل" کښې هم دغه طبقاتي تفريق ته څومره ښکلے او بليغ انداز کښې اشارې کــوي
ـ خبره د رحمان بابا د طبقاتي او عمراني شعور نه شروع کوي ـ تسنيم د بهار او د خﻻزان نه بي پــروا
"لکه ونه مستقيم پۀ خپل مقام " والړ دے ـ ګــر چې پــه جېب کښــې " درهم او دينــار" نــه لــري ـ خــو
دوخت د شاهجهان نه بې پروا دے او د ملنګ عبدالرحمان نه ئې الس نيوه کړې ده ـ هغه ئې خپــل پــير
او استاد منلے دے ـ رنځوران ورته په کور کښې پراتۀ دي خو د چا په دارو ئې الس نه رسي ـ ګويــا د
ملنګ باباد دور نه تر ننه پورې طبقاتي تفريق هم هغســې پښــې مظبــوطې ښــخې کــړے دي ـ د وخت "
عزيزخانان" په چرت کښې سي او د وخت ملنګان د عزيزخانانو سره هم ال هغسې کلے نشــي کــولے ـ
د عزيزخانۍ او ملنګۍ دا استعاره څومره په ښکلي انداز کښې د تاريخ جبر د ســرمائې طــاقت څرګنــده
وي ـ
انجمن اصالح افاغنـه 1921ء چې پـه کـال 1929ء کښـې د خـدائي خـدمت ګـار تحريـک نـوم
واخيستو او بيا ئې مقصد يواځې په سماجي لحاظ د پښتنې معاشرې اصالح نه وه بلکې د خپلې خــاورې
او خپلې پښتونولۍ د تحفظ دپاره د انګريزي استبداد مقابله هم وه نو تحريک د معاشــرې د اصــالح کــار
جاري سـاتلے ؤ خـو اوس ئې د اولس د ذهـني بېـدارۍ او د خپـل پښـتون ژونـد د بقـا د پـاره هم عملي
ګامونه پورته کؤل ـ په دغه اصالحي او سياسي هلو ځلو کښې شاعرانو او اديبــانو هم پــه لــوئې شــمېر
کښې په عملي توګه برخه اخيسته ـ
"که يو خوا پښتون اولس کښې علمي او سياسي بېــداري پېــدا کــؤل او پــه حيثت د
يو قوم د غفلت د خوب نه راپاسؤل او د پېرنګي ســامراج مخې تــه اودرؤل د باچــا
خان اصالح اال فاغنه او د خدائي خــدمت ګــار پېرززوونــه ده نــو بــل خــوا پښــتون
اديب او شاعر د نورو رجحاتو سره اشنا کؤل ،دے جديــد ملي او مقصــدي نظم تــه
ګمارل او پــه باقاعـده توګــه ملي روحيــه کښــې راګــډؤل هم ددغـه تحريــک لويــه
( ) 32
کارنامه ده ـ "
خدائي خدمت ګار تحريک سره تړلي شاعرانو چې په کومو کومــو موضــوعاتو نظمونــه ليکلي
دي او په هغوئي کښې ئې څومره د جذبې زور او شدت بيان کړے دے نو د هغې نــه واضــحه کــېږي
چې هغوئي شاعري د يو خاص مقصد د پاره کؤلــه ـ هغــوئي د پښــتون تــاريخ ،روايت او ثقـافت ســره د
مينې او ددې د بقا او استحکام تبليغ کؤ او ورسره ورسره ئې د ازادۍ جذبې رالړزؤلې ـ شــاعري ددې
دور د شاعرانو يوه موثره وسيله وه ـ دا بامقصده شاعري د فکر او فن په دواړو حوالو د نوؤ تجربو نـه
تېروته ـ شاعرانو د عامو عشقيه موضوعاتو پــه ځــائے د خپلې معاشــرې حــالت تــه مخــه کــړې وه ـ د
غالمۍ او ازادۍ موضوعات ئې د شاعرۍ په مختلفو اصنافو کښــې بيــانؤل چې نظم پکښــې د ټولــو نــه
موثر صنف ؤ ـ په دغه فکري تجربو کښې فني تجربې هم په مخه راغلې ـ
"د خدائي خدمت ګار مشران يا خـو پخپلـه شـاعران اديبـان وؤ او يـا ئې د
ياد شوي شاعرانو نظمونه لوستي وؤ ـ د ادب د زوره خبر وؤ ـ دغــه زور ئې خپــل
ملګرے کړو ـ د ادب تول اصــناف ئې پکــار راوســتل خــو نظم ئې تــر ټولــو مــوثره
وسيله اوګرځېدو ـ دغه مقصدونه چې نظم شول نو د خلقــو زړونــو تــه پرېوتــل ـ د
نظم د اثر او تاثير د پـاره ئې د نظم هـيئت او مـاهيئت بـدل کـړو ـ ګـو چې تـر دغـه
وخت د پښــتو نظم د خپلې ارتقــا څــو پړاؤنــه وهلي وؤ ـ پــه زړۀ پــورې شــعري
صنعتونه او خواږه لفظي ترکييبونه ئې خپل کړي وؤ خو د ډېرو فني خوبيو باوجود
120
ددې دور نظمونه خپلې خاورې ،خپلو خلقو او خپلو قدرونو سره د مينې واضحه اظهار دے ـ
خپل قومي شناخت د قائم ساتلو او خپل وطن د ازاد ساتلو فکري هڅې دي ـ ددې دور نظمونه يو خاص
عمراني او سياسي نکته نظر لري ـ
"ددغه وخت په نظم کښې ژوند ته د يوې خاص نظريې د نظــره کتلے شــوي
دي ـ دغه نظريه د مکملې سياسي ازادۍ ترالسه کؤلو او قــامي شــناخت او د قــامي
شناخت د پاره د قامي خصوصياتو وړ اثار ښکارۀ کؤل او محفوظؤل دي ـ د ازادۍ
د پاره تنظيمي ضرورتونه پوره کؤلو د پاره اصالح کـؤل دي ـ د طبقـاتي امتيـازاتو
او د جاګيردارانه انانيتونو د فرسوده رســمونو او جهــالت غندنــه ده ـ د قــامي اتفــاق،
مساواتو او د تعليم اهميت رابرسېره کؤل دي ـ د فرنګي خورې کړے شوې ويرې
دور کؤلو د پاره د خلقو وطني او قامي جذباتو پورته کؤل دي ـ خلقــو تــه پــه خپــل
()34
ځان خپل جدوجهد ،خپلې ازادۍ،خپل تنظيم او قيادت د اعتماد لمسون دے ـ"
د خدائي خدمت ګار تحريک سره تړلي شاعرانو خپله شاعري د يو مقصد د پاره اســتعمال کــړه
ـ دا مقصد عظيم مقصد ؤ ـ د خپل وطن او خاورې سره مينه ،خپلو خلقو او د هغوئي د ژوند ترجمــاني،
عصري او عمراني مسئلې وغيره ددې مقصد اهم موضوعات وؤ ـ دا شاعران په داسې حــاال تــو کښــې
اوسېدل چې قــوم تــه ډېــرې اجتمــاعي مســئلې ورپېښــې وې او دې حساســه طبقې د هاغــه مســائلو نــه
سترګې نۀ شوه پټؤلے ـ
خدائي خدمت ګار تحريک سره وابسته شــاعران ددې تحريــک پاښــۀ فکــري ملګــري وو او د
خپلو شعرونو په ذريعــه ئې خپــل د وطن د ازادۍ او خوشــحالۍ نعــرې پورتــه کــؤلې ـ هغــوئي پــه خپــل
121
عمراني ژوند کښې د خپلو رواياتو او ثقافت په دائره کښــې تبــديلۍ غوښــتې ـ هغــوئي خپــل وطن پخپلــه
ابادؤل غوښتل ـ ددې تحريک د شاعرانو که زيات زور د ازادۍ په حقله ؤ نو ازادي د يوې معاشــرې د
عمراني ژزند د ټولو نه بنيادي او اهم څـيز دے ـ دې تحريـک سـره وابسـته شـاعرانو د ازادۍ پـه رڼـا
کښې خپل ژوند منور کؤل غوښتل ـ خپل وطن ئې ابادؤل غوښتل ـ
موالنا فضل محمود مخفي ( 1884ء ـ 1947ء)د پښتو ژبې هغه عظيم رحجان ساز شــاعر دے
چې د پښتو شاعري ئې د ګل او بلبل ،خط او خــال نــه رابهــر کــړه او شــاعري ئې د اولس او د خلقــو د
سياسي ،سماجي پوهې او د آزادۍ د نغمو په الره روانه کړه ـ د مخفي صاحب په حقلــه باچاخــان وائي
چې هغه زما مذۀبي ،روحاني ،او سياسي مشر او الر ښود دے ـ او زما په تربيت کښې لوئے الس او
کردار لري ـ مخفي صاحب د فرنګي خالف د آزادۍ په مبارزه کښـې د يس سياسـي مشـر او شـاعر پـه
حثيت لوئے کردار لوبولے دے ـ د مخفي صاحب په واســطه او ذريعــه د باچاخــان پېژنــدګلو د حــاجي
صاحب ترنګزو ،مولوي عبدالعزيز ،موالنامحمودالحسن ،او موالنا عبيدهللا سندهي ســره اوشــوه ـ او هم
ددې روښان فکره سياسي مبارزو د ملګرتيا او صحبت په سبب باچاخان د آزادۍ دتحريک د يــو لــوئے
مبارز په توګه د پښتنو په خاوره لوے کردار ادا کړلو ـ
مخفي صاحب د حاجي صاحب ترنګزو ،او باچا خان سره په شريکه د پښتنو په سيمو کښې د
مدرسو پــه شــکل کښــې علمي مرکزونــه پرانســتل چې پــدې الره پښــتون اولس د جهــالت او بې علمۍ د
تيارو نه رابهر کړي او د علم او شعور په الره ئې روان کړي ـ باچا خان حمېشه موالنا فضل محمود
مخفي د يو سياسي مبارز او انقالبي شاعر او د پښتو د جديدې شاعرۍ د موجد په توګه ياد کــړے دے ـ
( )36همېش خليل د موالنا فضل محمود مخفي د شاعرۍ په حواله ليکي:
د مخفي صاحب شاعري اکثره پــه قــومي نظمونــو اړه ده ـ او هــره فنپــاره ئې د ملي
آرزوګانو آئينه ده ـ د نظم فن کښې خپل انفــراديت لــري ـ د قــوم او ملــک د ميــنې او
محبت په جذبه کښې داسې نظمونه وليکــل چې د قــومي شــاعرۍ ســنګ ،ميــل ګڼلے
شي مخفي صاحب د شاعرۍ په فن کښـې د خپـل انفـراديت سـره د يـو ممتـاز مقـام
خاوند دے ـ لوړ تخيل او پښتني بحرونه د قومي ترانې په شان وينا د مخفي صاحب
() 37
د کالم ښکاره خاصتونه دي ـ
موالنا فضل محمود مخفي چې خپل قام او اولس د پاره کوم ارمان او تمنا لري هغه د هغو پــه
شاعرۍ کښې څرګنده ښکاري دلته پدې حواله د مخفي صاحب د يو نظم څو شعرونه رانقل کــولے شــي
چې هغو پکښې هم دغه ارمان کړے دے چې قام ترقي اوکړي او غالمۍ نه خالص هم شي :
خدايا داسې وخت به راشي ؟
چې زمونږ جهاز به هم وي
لکه باز به په هو ا شي
په ترخو اوبو به سم وي
ريل به هم زمونږ پېدا شي
تار به هم په هر قدم وي
زۀ به خپل جرنيل پسې يم
122
( )38
په دښمن به دو کول وي
عبد اال کــبر خــان اکــبر (1899ء ـ 1977ء) د آزدۍ د تحريــک يــو لــوے مبــارز و چې د باچــا
خان ،موالنا عبيدهللا سندهي او د نورو سياسي مشرانو سره د آزادۍ د تحريک په هلو ځلو کښې شــامل
و ـ په کال 1929ءکښې د باچا خان په سرپرستۍ کښې د خدائي خـدمتګار تحريـک صـدر منتخب شـو ـ
عبداالکبر خان اکبر د عملي سياست سره سره د آزادۍ د تحريک د پاره خپل دقلم زور هم ښــودلے دے
ـ د هغو مشهورې ډرامې " خدائي خدمتګار" " ،جــونګره"" ،تربــور" "،کــاروان روان دے" او ځــنې
نورې ډرامې د آزادۍ د تحريک په پِس منظر کښې ليکلے شوے دي ـ چې پدې کښــې پــه ځنــو ډرامــو
وره د قيداو بند سزاګانې هم ورکړلے شوے دي ـ عبداالکبر خان اکبر د نثر سره سره په شعر کښې هم
د آزادۍ دتحريک او د خپل اولس او معاشرې د تعليم او تربيت او الر ښودنې کــار کــړے دے ـ دلتــه دا
يو څو شعرونه د نمونې په توګه وړاندې کولے شي چې وطن سره د مينې اظهار او سماجي شعور او د
پوهې نمونې پکښې موجود دي ـ
ده ليال زما وطن د ه پښتون وينه
په دنيا آخرت غواړم دغه مينه
د عالم خوبان به واړه ترې قربان کړم
د پښتون د هر زلمي د تور او سپينه
ـــ
چې د بل په سمند سور بک پسې درومي
له هغې ښه دے خپل خر ټټو بې زينه
ـــ
چې په سر لري د غېر د نشان سورے
()39
اکبر څله ږدي په سر ټوپۍ زرينه
شاد محمد مېږے خو غالمي او غريــبي دواړو تــه تــوره بال وئيلي دي ـ اصــل کښــې
دغــه دوه څــېزه د يــوې معاشــرې د تــرقۍ او خوشــحالۍ پــه الره کښــې لــوئې ديــوال وي ـ د غالمۍ او
غريبۍ په موجودګۍ کښې د عمراني ژونــد د تهــذيب ،تــرقۍ او خوشــحالۍ خــوب ليــدل عبث وي ـ شــاد
محمد مېږے د خدائي خدمت ګار تحريک سره کلک تړون لرلو او په دغه سلسله کښې د نورو ډېرو
تاوانونو سره سره ئې قېد او بندهم تېر کړے و ـ خو دغه قېد او بند هغــه پــه ځــان بانــدې ضــروري
ځکه ګڼي چې د آزادۍ او خپلواکۍ د جنګ ميدان کښې په نره ګټلے کېږي ـ هغه خپلې لور تــه هغې د
يو خط ځواب کښې ليکي چې دا جنګ زما د غېرت جنـګ دے او دغـه د تربـورولۍ جنـګ زه د خپـل
پالر نيکۀ د ميراث جنګ ګټم او دغه جنګ به زه د شاه ملنګ يعني باچــا خــان پــه ملګرتياکښــې ضــرور
ګټم ـ
ولي محمد طوفان ( 1919ـ )1983هم د آزادۍ د تحريک سياسي مبارز دے او د خدائي
خدمتګار تحريـک سـره هم وابسـته پـاتې وې دے ـ ولي محمـدطوفان د انقالب شـاعر دے ـ د قـوميت د
نغمو سره سره د انسان دوستۍ علمبردار هم دے ـ د استحصال ،نفرت ،او غالمۍ خالف جهادي جذبه
لري ـ دلته يو نظم " تړون" نه ئې يو څو اشعار رانقل کولے شي ـ په دې نظم کښې طوفــان خپــل اولس
ته د اتفاق ،اتحاد او وررولۍ درس ورکوي ـ د بغض ،حسد او کينې نه د ډډې کولو خــبره کــوي د خپــل
ورور سره د دښمنۍ نه کولو خبره کوي ـ ځکــه چې دا ټــول هغــه عيبونــه دي چې اولس او معاشــره پــه
مخه تګ نه لرې باسي او د آزادۍ د خوب تعبير داسې معاشرتي او سماجي عيبونو سره خپل تعبير تــه
نه رسي ـ
پښتون په خپلو قومي نفسياتو کښې د عزت او وقار ووږے دے ـ عزت او وقار د پاره د مال او
دولت ،او د مقام او مرتبې هيڅ پرواه نۀ لري ـ د غالمۍ په ژونــد کښــې د هغــه قــومي وقــار پــه خطــره
کښې ؤ نو ځکه عبد احکيم ستي څۀ داسې شعر وئيلے دے :
په شلمه صدۍ کښې د پښتو شعر د فکر او فن په نوؤ زاويو تګ شروع کړو ـ کومو
شاعرانو چې پښتو نظم د جدت په الره روان کړے دے پــه هغــوئي کښــې يــو اهم نــوم راحت زاخيلي (
1885ـ ) 1963دے ـ پښتو نظم د روايت نه جدت طرف ته راښــکو کښــې د راحت زاخيلي فکــري او
فني تجربې د اوليت درجه لري ـ هغه په نظم کښې پروپېګنډا نــۀ کــوي خــو موضــوعات ئې د خپلې د
معاشرې د حاالتو نه راخيستي دي ـ مقصديت ئې په نظمونو کښې واضحه دے ـ يو مثال اوګورئ:
ښاغلے عبد المالک فدا استاد د پښتو نظم ددغه هـراول دسـتې يـو بـل اهم او
لوئې نوم دے چاته چې مونږ د خدائي خدمت ګارۍ د سلسلې نمائنده نظم ګـو شـاعر
وئيلے شو ـ د جېلونو د صـعوبتونو د زغملـو سـره سـره دۀ د خپـل بې باکـه قلم پـه
څوکه هم جهاد کړے دے ـ دے نظم ليکي نو ســړے داســې محسوســوي چې يــا خــو
سم د اور بڅري وروي او يا ئې په دومــره دردمنــده ســانده وائي چې پــه کــاڼو کــاڼو
زړونو کښې هم الرې جوړوې ـ ددۀ د شاعرۍ په حقلــه همېش خليــل ليکي :د عبــد
125
المالک فدا شاعري قومي شاعري ده ـ پښتو شاعرانو کښې هغـه د يـو قـومي شـاعر
( ) 46
په حيثيت پېژندے شي ـ
د خدائي خدمت ګار ددې شاعر چې قوم د پاره ئې د جذبې ډکه شاعري
کړې ده ،يوه نمونه وړاندې کؤلے شي ـ
الف جان خټکه( 1927ء) پښتو په ادب کښې نن هم د ښځو تعداد ډېر کم دے ،خو داســې
هم نه ده چې د پښتنو زنانؤ دا مېدان خــالي پــاتې شــوې دے ـ د آزادۍ د تحريــک پــه دوران الــف جــان
خټکـه د خـدائي خـدمتګار تحريـک مرسـتياله پـاې شـوې ده ـ د آزادۍ او خپلـواکۍ نغمې ئې ليکي دي ـ
دپښتون معاشره کښې چې د ښځو کوم مقام دے په هغې ليکلي دي ـ الف جان خټکه د خدائي خــدمتګار
تحريک يو نه هېرودونکے نوم دے او ددې تحريک يو روښانه باب دے ـ دلتــه ده هغې د شــاعرۍ نــه
يو نظم "پښتونه" وړاندې کولے شي چې هغه پکښې د پښتون قوم د بېـدارۍ ،پـه اسـالم د عمـل کولـو
درس ورکوي او د ښځو مقام ښائي چې که نر د قام دماغ وي نو ښځو مثال د زړۀ دے ـ
دا د پښتو کښې داسې يو تحريک دے چې په ډېر لوے تعداد کښې پکښې شــاعران د يــو خــاص
مقصد د پاره چې آزادي ،خپلواکي ،پښتنو کښې قامي او عصري شــعور پښــتنې معاشــره کښــې غلــط
رسمونو رواجونو او نورو معاشرتي او سماجي بدو ،خرابو او غلط او ناروا معاشــرتي اقــدارو د پــاره
127
ئې دومره په منظم ډول کار کړے دے ،او هم دا ددې تحريک د ټولو نه لويــه کاميــابي او کــامراني ده ـ
زما په خيال دومره په منظم ډول او لوے تعداد کښـې د پښـتو شـاعران او اديبـان نـه ددې نـه اول او نـه
ددې نه ورستو تر ننه د يو قامي مقصد او مرام د پاره په يو ځاېې کښې او په يو پليټ فارم را يــو ځــائې
شوي دي ـ يقينًا چې د شلمې صدۍ په عصري شعور کښې ددې تحريک لوے کردار دے ،چې د پښتو
ادب ئې د خپل وخت د تقاضو سره اوږه په اوږه روان کړو ـ
دې تحريک سره د نورو تړلو شاعرانو فهرست ډېر اوږد دے چې يو څو اهم نومونــه پکښــې
دا دي ـ محمد اکبر خادم،ميا جغفر شاه،خانمير هاللي ،سمندر خان سمندر،ماسټر عبدالکريم ،عبد االکبر
خان ،کرامت شاه فوالد،امير نواز خان جليا ،غالم حېدر د دودسرو،زيب سر اديب سوات ،عبد الحنــان
بجلي ،سعادت خان جلبل،عبدالحکيم ستي،يعقوب خان درګۍ،عبد الودود رفيق،اشرف مفتون،عبدالخالق
خليق او نور ډېر ـ
ترقي پسنده تحريک په خپل منشور کښې په دې خــبره زور راوســتے ؤ چې تــرقي پســنده ادب
کښې لوږه،غربت،سماجي پستۍ او سياسي غالمۍ سره بحث کؤل دي ـ دا ټول عناصر د يوې معاشرې
منفي عوامل دي ـ ددوئي په موجودګۍ کښې يو قوم او يا يوه معاشره ترقي نــۀ شــي کــؤلے ـ د تحريــک
منشا دا ده چې ددې عواملو او ددې داسبابو او اثراتو په حقله ِد اديبان او شاعران په خپله خپله معاشره
کښې غور و فکر اوکړي د خپل تخليقي عمل برخه د جوړ کړي ـ پښتنو تــرقي پســنده شــاعرانو اديبــانو
چې په دغه زاويه خپلې معاشرې ته اوکتل نــو دغـه منفي عوامــل ئې ډېــر واضــحه اوليــدل او ددې پــه
نتيجه کښې ئې خپل قوم ډېر پسمانده اولېدو ـ په خصوصي توګه د تحريک د اجرا په دور کښې پښتون
قوم د ازادۍ په جدوجهد کښې اخته ؤ ـ اول انجمن اصالح افاغنه او بيا دهغې د نوي نوم خـدائي خـدمت
128
ګار تحريک د فرنګي د استبداد خالف فکــري او سياســي جدوجهــد شــروع کــړے ؤ ـ پــه اولس کښــې د
ازادۍ جذبې رابېداره شوې وې ـ په داسې حاالتو کښې چې ترقي پسـنده تحريـک هم د سياسـي غالمۍ
خالف شاعران او اديبان راوېښ کړل نو پښتنو شاعرانو او اديبـانو تـه دا تحريـک د مقاصـدو پـه لحـاظ
خدائي خدمت ګار تحريک سره يــو شــان ښــکارۀ شــو ـ اګــرچې پــه پښــتونخوا کښــې انجمن تــرقي پســند
مصنفين په کال 1948ء کښې قائم کړے شوے ؤ خو تحريک سره فکري طور ځينې شاعران څو کالــه
مخکښې وابسته شوي وؤ ـ د تحريک د هندوستان مشــر ســجاد ظهــير پــه کــال 1946ء کښــې د صــوبې
دوره کړې وه ـ د سياســي غالمۍ خالف د تحريــک غـږ پښــتنو تــه خپــل غـږ ښــکارۀ شــو ـ قــوم پرســته
شاعران چې د ړومبے نه ئې د ازادۍ جذبې راپارؤلې وې ددې تحريک په اثراتو کښې ئې غږ نــور هم
اوچت شو ـ
صــوبه کښــې د لــوږې او غــربت ګــراف هم ډېــر اوچت ؤ ـ صــوبه کښــې صــنعتونه نــۀ وؤ ـ
زراعت د خانانو په الس کښې وؤ ـ د دهقان او د مزدور خولې د بل د پاره بهېدلې ـ د سماجي پستۍ دا
حال ؤ چې د يو قوم ،يوې ژبې او د يو دسـتور خلـق پـه طبقـو کښـې وېش وؤ ـ ټـول سـماجي طـاقت او
اختيار د خانانو او نوابانو په الس کښې وؤ ـ حساسه طبقــه پــه طبقــاتي نظــام او د غــريب او مــزدور پــه
حالت دلګيره وه ـ په داسې حاال تو کښې چې ترقي پسنده تحريک د مزدور او غريب د حــق غــږ اوچت
کړو نو د پښتنو شاعرانو لوئې تعداد دغه فکري رجحان خوښ او خپل کړو ـ د ژونــد بــد رنګيــو او بــد
صــورتيو تــه ئې د مختلفــو زاويــو نــه کتــل او د هغــوئي خالف ئې شــاعرانه اظهــار کؤلــو ـ پــه دې بــد
صورتيو کښې سماجي بد صورتۍ هم وې او معاشي هم ـ په دغه دور کښــې پــه پښــتو شــاعرۍ کښــې د
هر ظلم او نا انصافۍ خالف غږ پورته شو ـ اجمل خټک په خپله شعري مجموعه "د غېرت چغه"
کښې په اولني نظم کښې ( لويه خدايه) کښې چې اصل کښې مناجات دي د وطن د يوې طبقې ذکر پــه
ډېرو واضحه ټکو کښې داسې کوي ـ
د اجمل خټــک د کتــاب غــېرت چغــه نــور نظمونــه لکــه د وېښ زلمي ســندره ،د کــوچي
سندره ،فرياد ،بړاس ،احتجاج ،چرګ ته ،بين مار ته ،يو تپوس ،ګوجر،جنت ،ملګرو،اخــتر تــه ،رښــتيا
رښتيا ،زلمي شاعر ته،جواب ،زړۀ ته،زۀ هم زلمے يم ،يه پښتنو ،د اميد رڼا ،زما منزل وغيره په ټولــو
نظمونو کښې د يوې نه يوې منفي روئې او د يو نــه يــو منفي معاشــرتي رجحــان غندنــه کــوي ـ د هاغــه
خانانو خالف غږ دے چې د مزدور او دهقان په خولو او وينو ئې خپل محلونه ساز کړي دي ـ د لوږې
او تندې خالف غږ دے ـ د مظلوم دبې وسۍ احتجاج دے ـ
نورو ترقي پسنده شاعرانو هم د ژوند منفي رويې په خپلو نظمونو کښې بيان کــړې دي ـ
د پرېوتو طبقاتو حال ئې څرګند کړے دے ـ راحت زاخيلي خپل نظم ( د فطرت مور ،شاعر ته ) کښــې
د مظلوم اواز د اوچتؤلو او ټولې دنيا ته د رسؤلو تمنا لري او وائي:
)
فضل احمد غر(1899ءـ 1965ء) يو قوم پرسته شاعر هم دے او د ترقي پسندۍ اثــرات ئې
هم ښۀ ډېر قبول کړي دي ـ هغه چې په خپل قوم کښې افالس ،او جهل ګوري نو نورو قومونو ســره ئې
تقابل کوي او وائي چې د نورو قومونو افالس او جهالت رخصــت شــو خــو پښــتنه معاشــره کښــې ئې ال
پنجې ښخې کړې دي ـ هغه په خپله معاشره کښې د علم او فن د فروغ ارمان لري او وائي:
محمد نواز خان خټک هم په خپلو نظمونو کښې د لوږې او تندې ذکر کوي ـ د دولت
په زور د اقتدار حاصلؤلو د روئې غندنه کوي ـ د نظم فقيره يو بند اوګورئ پــه کــوم کښــې چې د يــوې
فقيرې جينۍ د لوږې په حواله د مالدارو د رويې غندنه شوې ده ـ
دا نـــــۀ ده بې غېرته ،د مونږ نشته غېرت
ټکړې روټۍ د پـــــاره دا چې ګورې هر محلت
مـــــــالداره ستـــــا ګناه ده کړې ولې ترې نفرت
په ورځ اوشپه لګيا ئې کړې مينه په دولت
()54
په رنګ باندې سړے ئې خوئي نه کړې د سړو
د غـني خـان ( 1914ء ـــ 1996ء)شـاعرانه موضــوعات ډېـر رنګـا رنـګ دي ـ هغـه ډېـر پـه
مفکرانه انداز کښې د سياسي غالمۍ او د منفي سياسي کردارونو خالف غږ پورتــه کــړے دے ـ د هغــه
په شاعرانه لهجه کښې زور او شدت ضرور شته خــو د وېنــا انــداز ئې مفکرانــه دے ـ د ازادۍ جذبــه د
هغه په شاعرۍ کښې ډېره توانا ده خو دې ســره ســره د معاشــرې پــه هاغــه کردارونــو هم د هغــه ډېــر
نظمونه دي څوک چې په خپل قول او فعل کښې تضــاد لــري او داســې د يــوې ريښــتنې او صــحت منــده
معاشرې په الره کښې منفي کردار ادا کوي ـ په دوئي کښې خان او مال د غني خان اهم موضوعات دي
ـ خان د هغه په خيال خپله خاني قائمه ساتلو د پاره او خپل زور او اختيار کښــې د وســعت او قــوت پيــدا
کؤلو د پاره په بې وسه او غريب هــر ظم اوزور روا ســاتي او دغــه شــان مال خپــل مــذهبي اهميت قــائم
ساتلو د پاره انسان ،انسانيت او د معاشرې حقيقتونو ته د حقيقت په نظر نۀ ګــوري ـ ځکــه خــو پــه خپــل
نظم ”خانان" کښې د خان د منفي معاشرتي کردار نه پرده داسې پورته کوي ـ
د زميندار د کردار غندنه سيد رسول رسا( 1910ءـ 1990ء) هم کړېده ـ هغه هم دغه
فکر وړاندې کړے دے چې معاشره کښې دولت او اختيــار د څــو کســانو پــه الســو کښــې دے ـ دژزونــد
ټولې خوشحالۍ د هغوئي دي او د عام اولس ژوند د سختيو ډک دے ـ د نظم (باغي زميندار) دا يو څــو
شعرونه د نمونې په طور اوګورئ:
"په نظرياتي توګه که صاحبزاده صيب هر څو د ترقي پسندو ملګرے نــۀ هم
ؤ خو پــه کالم کښــې ئې د انقالب ،طبقــاتي کشــمکش،انســان ،انســانيت ،اســتعمار او
استبداد سره تړلي فکرونه د هغه ازاده ترقي پســندي ښــکارۀ کــوي ـ د اقتصــادياتو د
يو ماهر په حيث هغه د سرمايې د غلط تقسيم د نظام د خرابۍ نه خبر ؤ ځکه ئې په
نظم کښې د انسانيت احساس ژور ښکاري ـ خپل قوم وطن سره بې حده زياتــه مينــه
لـري او د ژونـد د نـوي انقالبـاتو او انکشـافاتو تعليم د نظم پـه ذريعـه خپـل ملت تـه
ورکــوي ـ د صــاحبزاده محمــد ادريس نظمونــه لکــه :د نــوي ژونــد پيغــام ،د اميــد
ستورے،امـريت ،انقالبي وغـيره د تـرقي پسـنده افکـارو ښـۀ نمـونې دي ـ يـو مثـال
اوګورئ:
قلندر مومند( 1930ءـ 2003ء) په شاعرانه سطح د رمــز او اشــارې نــه کــار اخلي
خو خپل ترقي پسنده افکار په وسيع تنــاظر او وســيع معنــو کښــې وړانــدې کــوي او د معاشــرې د منفي
عواملو غندنه کوي ـ نظم (زۀ تنقيد خو به کؤمه) دا ړومبے بند اوګورئ:
د ترقي پسنده شاعرانو په لــړ کښــې د همېش خليــل( 1930ء) نــوم هم اهم دے ـ
هغه چې د کله راسې د کاکا جي صنوبر حسين ملګرے شو نو د ترقي پسندۍ موضوعات ئې خپل کړل
ـ سلٰم ى شاهين د هغوئي باره کښې ليکي:
133
"ولې وروستو دوئي بيا د کاکا جي صنوبر حســين د اولســي جــرګې ملګــرے
شو دغه وجه ده چې د قام پرستۍ سره سره د ترقي پســندۍ هم خيــال او علمــبردار
هم دے ـ همېش خليل په خپلو نطمونو کښې د نسلي امتياز او تضاداتو غندنه کــوي
ـ د بشري حقوقو پاسداري مقدمه ګڼي او پـه حـثيث د انسـان د ټولـو انسـانانو درد او
غم خپل ګڼي ـ زما سندرې ددوئي د نظمونو مجموعه ده چې پکښې په قــومي او بين
اال قــوامي موضــوعاتو او مســائلو ئې هم نظمونــه ليکلي دي ـ دے د خپــل وخت د
حاالتو ترجماني په ډېر ښکلي انداز کړې ده ـ په فکر کښې ډېــر تــرقي پســند دے او
( ) 61
په ترقي پسندۍ کښې ډېر قام پرست هم دے ـ "
دلته د همېش خليل د انقالبي اوترقي پسند فکر يوه نمونه د هغــه نظم ( د قطــبي ويت
نام د حريت پسندو په نوم) نه وړاندې کؤم:
د احتجاج شاعري ايوب صابر(1922ء ـ 1989ء) هم ډېره موثره کړې ده ـ هغــه خپلــو
مترقي افکارو د پاره د نظم د ازاد هيئت نه ډېــر کــار اخيســتے دے او ازاد نظم تــه ئې پښــتو کښــې يــو
معيار او وقار بخښلے دے ـ سلٰم ى شاهين د هغه باره کښې ليکي:
قمر راهي (1924ء ـ 2013ء) روماني شاعر دے خــو همېش خليــل ورتــه تــرقي
پسند شاعر وئيلي دي ځکه چې هغه په خپلو نظمونــو کښــې د ظلم او جــبر خالف اواز پورتــه
کړے دے ـ عبد الرحيم مجذوب او سعد هللا جان برق هم په خپل شاعرانه مسلک کښې تــرقي
پسند او په لهجه کښې رومــاني شــاعران دي ـ البتــه ســليم راز ښــکارۀ او باقاعــده تــرقي پســند
شاعر دے ـ هغه دې تحريک سره باقاعــده وابســته هم ؤ او نن هم دے ـ هغــه د د داســې نظــام
خالف ډېر تود احتجاج کوي چرته چر د اظهـار پابنـدي وي َـ نظم بـاغي نـه يـو څـو شـعرونه
اوګورئ:
رحمت شـاه سـائل (1945ء) قـوم پرسـته انقالبي شـاعر دے خـو ډېـر موضـوعات ئې تـرقي
پسندانه دي نو ځکه ئې په دغه لړ کښې شمېرلے شو ـ لنډه دا چې د شلمې صدۍ په پښــتو نظم کښــې د
تـرقي پسـندۍ رجحانـات د نظم پـه مختلفـو هـيئتونو او پـه مختلفـو شـاعرانه لهجـو کښـې واضــحه دي ـ
شـــاعرانو د خپلې معاشـــرې حقيقي مســــئلو تـــه تخليقي توجـــه کـــړې ده ـ ســـماجي نـــا انصـــافۍال
قانونيت،جهالت ،غربت او داسـې نـور عمـراني المـيې ئې شـدت سـره محسـوس کـړې دي او شـاعرانه
اظهار ئې فکري صداقت او جرات سره کړے دے ـ
135
ترقي پسند ادبي تحريک اصل کښې د معاشــرتي حقــائقو د ادراک تحريــک دے ـ دا حقيقتونــه
خواږه دي او که تراخه ،مثبت دي او که منفي خو د ترقي پسندۍ تقاضا دا ده چې د هر قسمه معاشــرتي
حقيقتونو ادراک ِد شاعران او اديبان اوکړي او هغه ِد د خپلې شــاعرۍ موضــوعات جــوړ کــړي ـ ځکــه
چې هاغه شــاعري بامقصــده ګڼلے شــي چې د خپــل عهــد ترجمانــه وي ـ د خپــل اولس د حــال او حــالت
عکاس وي ـ په دې لړ کښې فېض احمد فېض(1911ء ـ 1984ء) وائي چې معاشرتي حقيقتونه مثبت
دي او که منفي خو خود هغوئي شعور هم ضروري دے او اظهار ئې هم ضروري دے ـ
136
د فېض احمد فېض پاسنۍ خبرو نه واضحه کېږي چې ترقي پسند بــه صــرف د منفي
رويو او رجحاناتو غندنه نۀ کوي ـ صرف د ظــالم او جــابر خالف بــه غــږ نــۀ پورتــه کــوي ـ د ســماجي
پستۍ،نا انصافۍ ،غربت او جهــالت خالف بــه فکــري جهــاد نــۀ کــوي بلکې د معاشــرې مثبت اړخونــه،
مثبتې رويې او روايات او بهترين کردارونه به هم ستائي ـ په دې حواله دا خـبره واضـحه ده چې تـرقي
پسند شــاعران چې ظلم او ال قــانونيت د پــاره د تيــارې اســتعاره اخلي نــو ورســره قــانون ،خوشــحالۍ او
سوکالۍ د پاره رڼا هم استعاره کوي ـ د خزان د غندنې سره سره د سپرلي ستائينه هم کــوي ـ پــه دهقــان
او مزدور د زميندار او کارخانه دار د ظلم سره سره د هغوئي د پاره د ښو ورځو تمنا هم کوي ـ
مايوسي او اميد په ترقي پسنده شــاعرۍ کښــې يــو ځــائے مونــدے شــي ـ تــرقي پســندو
شاعرانو د ياسيت نه ډډه کړې ده ـ د مايوسۍ اظهار ئې ضرو کړے دے خو لوســتونکے ئې د نااميــدۍ
کندو ته نۀ دے غورځؤلے ،بلکې په هغو کښې ئې د ظلم او جبر خالف د مـدافعت يـو قــوت پيـدا کـړے
دے ـ هغو ته ئې يو عزم بخښلے دے ـ هغو ئې همت ته تيار کــړے دے ـ هغــو ئې د استحصــالي طبقې
خالف راپارؤلے او راپاسؤلے دے ـ هغو ته ئې د ښې ورځې اميد ورکړے دے ـ
ترقي پسنده شاعرانو خپل قوم د مايوسۍ او نااميدۍ نــه بهــر د وښــکلو فکــري کوششــونه
کړي دي او هغوئي ته ئې ښۀ ژوند اميد ورکړے دے ـ په دې حواله يو څو نمونې د منتخبو شــاعرانو د
کالم نه وړاندې کؤلے شي ـ د اجمل خټک ( 1925ء ـ 2010ء) زيات نظمونه د مزاحمت ،عزم و همت
او د اميد پيغام لري ـ د هغه د نظم ( زلمي شاعر ته) يو بند داسې دے:
137
فضل حق شيدا(1910ء ـ 1984ء) څخـه هم د مايوسـۍ او نـا اميـدۍ پـه ځـائے د اميـد او عـزم
جذبې زياتې ښکارۀ دي ـ د نظم "مزدور" دا يو څو شعرونه اوګورئ:
صاحبزاده محمد ادريس(1902ء ـ 1984ء) هم خپل نظم ( د نوي ژونــد پيغــام) پــه
دې شعر سر ته رسؤلے دے :
نوې فلسفه د ژوند پکار دې زمانې ته ده
()69
شمع د اميد پکار د زړونو کاشانې ته ده
قلندر مومند هم د اميد ،عزم او همت افکار وړاندې کړي دي او د لوســتونکي جــذبو تــه ئې
توانائي بخښلې ده ـ
عبد الرحيم مجذوب (1935ء) خپل نظم ارکيډيا کښــې خپــل خــوار اولس تــه د همت درس
داسې ورکوي:
رياض تسنيم (1967ء) د زلمي کول يو نمائنده شاعر دے چې د کار روزګـار پـه سلسـله کښـې
په کراچۍ کښي ژوندکوي ـ رياض تسنيم د ښه او معياري غزل سره سره نظم هم ليکي ـ ريــاض تســنيم
خپل د روښانه او ترقي پسند فکر په حواله هم خپل يو مقام لري ـ غربت ،ال چاري او نيستي همېشــه د
ترقي پسند فکر د خاوندانود تخليق موضوع پاتې شوې ده ـ رياض تسنيم په خپل يو نظم "څانګه" کښې
د يو غريب دهقان د لور د ژوند او مرګ نقشه داسې بيانوي ـ
له لحد ته يوه عامه واقعه ده
د غريب دهقان پۀ کور کښې يو ُلور وه
چې په څانګه نومېدله
اؤ د پالر پۀ کور وه پاتې َ ،ز َړ ه شوې
د ځوانۍ سپرلي ئې ټول وو رژيدلي
اؤ د مخ ګونجي يې خپله وو پرانستي کتابونه
څانګه څۀ وه ـ خو د نيمې ګېډې ژوند وۀ
چرته چا کره نمړۍ نيمه خوړلې
چرته چانه پۀ سوال غوښتے زوړ قميص
پۀ غاړه کړے
يوه ورځې څانګه مړه شوه
اؤ د خان پۀ خېراتي کفن کښې الړ
خود د څانګې پۀ مرګ هيڅوک خفه نۀ وو
خلقو وې ـ زمکه ده ډېره پړده پوښه
خلقو وې چې ـ مرګ هزار ځله بهتر وي
()72
د نېستۍ نه
ما ښام خټک(1972ء) په کراچۍ کښې ميشته زلمے پښتون شاعر دے چې د خپلو تــرقي پســند
خياال تو او روښان فکر په سبب د کراچۍ په شاعرانو کښې يو ممتاز مقام لري ـ ماښام خټک پــه خپــل
يو نظم " يو داسې کور" د پښتون د کور په حقله خپل د زړۀ دردر او احساس بيانوي ـ ددغـه کـور پـه
ورانولو کښې د چا چا الس دے ،دغه کور خپله د دغه کــور خاونــدانو څــومره وران کــړې دے ـ خــو
يوه خبره واضحه ده چې د دغه پښتون کور وګړې په خپل کور کښې دننه په خپلې دفاع کولــو مجبــوره
دے ـ يرغل په دۀ شوے دے او نوره دنيا پړ او مختورن هم دې ګڼي ـ د يو څــو بندونــه پــه دې حوالــه د
کتو دي ـ
زۀ يو داسې کور کښې ووسم
نه ديوال لري نۀ ور
هر سړے ئي دعوٰى ګير دے
کۀ خپل دے نو بيا خپل دے
کۀ پردے دے نو پردے دے
کۀ د کلي هر محلت کښې
د چاخپلو کښې شر ؤشي
139
يــــا څــــاروان د قــــافلې شــــه ،يــــا روان شـــــه پــــــه کــــــاروان کــــــــې
آخـــــــــــــر تـــــــــــــه هـــــــــــــم يـــــــــــــو انـســــــــــــــــان يـــــــــــــــې
يا څاروان د قافلې شه ،يا روان شـه پــه کــاروان کــــې
يــــا څــــاروان د قــــافلې شــــه ،يــــا روان شـــــه پــــــه کــــــاروان کــــــــې
ـــ
تــذبـــــــــــــــــــذب يــــــــــــــــــــو لــــــــــــــــــــوی مــــــــــــــــــــرض دی
ځـــــــــــــــــان دې خالص کـــــــــــــــــړه لـــــــــــــــــه وسواســـــــــــــــــه
تــــــوکـــــــــــــــــــــــــــــل د نــــــــــــــــــــــــــرو کـــــــــــــــــــــــــار دی
پــــــــــــــــــه هـــــمـــــــــــــــــــت ســــــــــــــــــــره راپـــــاڅــــــــــــــــــه
د مــېـــړنـــــــــــــــــــــــــو کــــــــــــــــــــــــار خــدمـــــــــــــــــــــــت دی
عــــــــــــــــــزم وکـــــــــــــــــــــړه لـــــــــــــــــــــه اخــــالصــــــــــــــــــه
دا نامـــــــــــــــــــــــــردې اســــــــــــــــــــــــرې پـــرېــــــــــــــــــــــــــږده
بېــــــــــــــــخ د طــمعـــــــــــــــــې لــــــــــــــــــه زړه بـــاســــــــــــــــــه
لــــــــــــــــږ خــــــــــــــــو فــکــــــــــــــــر ځــانــتـــــــــــــــه وکــــــــــــــــړه
دا څــــــــــــــــــه ژونــــــــــــــــــــد دی بــــــــــــــــــــې اســـاســـــــــــــــــــه
د ايــمـــــــــــــــــــــــــان ډيــــــــــــــــــــــــوه بـــــلــــېـــــــــــــــــــــــــږي
نــــــــــــــــه مـــــــــــــــړه کــېـــــــــــــــږي پــــــــــــــه طوفـــــــــــــان کې
يــــا څــــاروان د قــــافلې شــــه ،يــــا روان شـــــه پــــــه کــــــاروان کــــــــې
ـــ
يــــا څــــاروان د قــــافلې شــــه ،يــــا روان شـــــه پــــــه کــــــاروان کــــــــې
()74
يــــا څــــاروان د قــــافلې شــــه ،يــــا روان شـــــه پــــــه کــــــاروان کــــــــې
اســـتاد ګـــل باچـــا الفت ( 1288ل ـ 1352ل = 1909ء ـ 1973ء)د افغانســـتان يـــو نومـــوړے
ليکوال ،پوهاند ،محقق او شاعر دے ـ ګل باچا الفت هم د هر چا او هر شــاعر پــه شــان خوبونــه ويــني ـ
خوبونه ليدل څۀ جرم خو نه دے او په خوبونو ليدلو څۀ پابندي هم نه ده ـ هســې هم زمــونږ پــه معاشــره
کښې د خوبونو ليدلو يو روايت موجود دے ـ خوبونه زمونږ په معاشرتي ژونــد کښــې د اميــداو رجــا ،د
يقين او وهم ،شک او شبهې او د بې يقينۍ دسوچ او فکر هم يوه لويه ذريعه ده ـ ګويا خوبونه ښــه او بــد
دواړه اړخــه لــري ـ ځــنې خوبونــه انفــرادي وي او د يــو کس د ذاتي خيــاالتو ،احساســاتو او تفکراتــو
هېنداره وي ـ او ځني خوبونه د اجتماعيت هېنداره وي ـ هاغه خوبونــه چې د اجتمــاعيت د احســاس د
النـدې څـوک ويـني او ګـوري ،هغـه د خـوب د ليـدونکي د انفـرادي سـوچ پـه ځـائې د اجتمـاعي سـوچ
نمائندګي کوي ـ که څوک ټوله ورځ خپل د ذاتي احساساتو په حواله ســوچ کــوي هغــه بــه ارومــرو ددې
سوچ نمائندګي کــونکي خوبونــه ويــني ـ اوڅــوک چې پــه خپــل عملي ژونــد کښــې د اجتمــاعي او قــومي
سوچ ،فکر او احساس په پنجو کښې ګېر وي هغه به د شپې خوبونه هم پدې حواله ګــوري ـ ګــل باچــا
الفت د الفت او مينې خبرې هم کوي خو د هغه الفت او مينه د خپل اولس او قوم سره هم ده ـ ځکه خو د
142
روماني خوبونو سره سره داسې خوبونه هم ويني چې د ټول قــوم او اولس ســره تــړلي وي ـ هغــه خپلــه
مينه هم د وطن د مينې سره تړلے ده ـ د هغه رقيب د وطن دشمن دے ،د هغـه محبوبـا د وطن ښائسـت
دے ،د هغه باغوان د وطن محافظ دے ،هغه د پاره د وطن سپين او روښانه سباون د محبــوب د مخ پــه
شان محبوب او مرعوب دے ـ هسې يو روايت دے چې کۀ څوک خوب بد هم اويني خــو چې تعبــير ئې
ښه راوباسي نو هاغه خوب هم ښه اوخېژي ـ ګل باچا الفت هم په خپل يو نظم " زما خوب"کښې دغه
کار کوي ـ
دا تــــــوره شــــــپه بــــــه خــــــدای کانــــــدي پــــــه مــــــونږ بانــــــدې ســــــبا
ســــــــــپين مخ مې چې ســــــــــبا غونــــــــــدې روښــــــــــان ليــــــــــدلی دی
زه پــــــټې ســــــترګې نــــــه يمــــــه پــــــه هــــــر څــــــه اوس پوهــــــيږم
پـــــــــه خالصـــــــــو ســـــــــترګو بانـــــــــدې مې جهـــــــــان ليـــــــــدلی دی
لـــــه دامـــــه کـــــه دې خالص کـــــړم پـــــه قفس کښـــــې دې بنـــــدي کـــــړم
صــــــــياده! مــــــــا خــــــــو څــــــــو رنګــــــــه زنــــــــدان ليــــــــدلی دی
عبــدالروف بېنــوا(1292ل ـ 1363ل =1914ء ـ 1985ء) د پښــتو ژبې او ادب يــو ښــکاره او
ځالند نوم دے ـ د شاعر او اديب په حواله يو لوے او دروند نوم دے ـ بېنوا ته خپـل پـه معاشـره کښـې
143
چې کومې خامۍ دي هغه معلومې دي ـ بېنوا تــه پتــه ده چې سســتې ،ناراســتي د ژونــد پــه زغـل کښــې
سړے ورستو پاتې کړي ـ او د فرد نه معاشره عبارت ده ،چې فــرد ورســتو پــاتې شــو هغــه معاشــړه هم
ورستو پاتې شي ـ ګويا تېز طـرار او چټـک افـراد د معاشـرې ښـه او کـار آمـد غـړي جوړېـدې شـي ـ
عبدالروف بېنوا په خپل يو نظم "دمورناره" کښې هم د مور په خوله خپل بچي ته د معاشرې ا و قوم د
يو ښه او چست او چټک فرد په طور د ژوند تېراولو خونه او نصيحت کوي ـ او د جدي مسابقت ســره
سره ورته د عالمي مسابقت لرې چارې هم د ښودلو خونه او نصيحت کوي ـ
د زړګي سر يې زما
د ژوند ثمر يې
زما
يې نورالبصر
زما
شيرين پسر يې
زما
هله پاڅې
زويه
راپورته کېږه زويه
هله
زويه پاڅېږه
راپورته
کېږه زويه
ـــ
سر ته
راغلئ دی لمر
لږ خو دې
ځان کړه خبر
تر څو يې
پروت بيکاره
زويه! د
خدای لپاره
ته پاته وتا
وطن
اوسه خوږمن خوږ يې
ارواښــاد پوهانــد صــديق هللا رښــتين (1377ل ـ ـ 1298ل = 1919ء ـ 1998ء) د پښــتو لــوے
محقق ،شاعر ،اديب او ليکوال دے ـ رښين د خپل قوم مورال او حوصـله اوچتـول غـواړي ـ مـورال او
حوصله اوچتول ضروري ځکه ده چې چې کوم قوم د مودو مودو راسې د جنــګ پــه حــالت کښــې پــاتې
شي او د وخت ظلم و جبر سره مخ شـي ،نسـلونه ئې پـه جنـګ او جـدل کښـې لـوے شـي ،هغـه قـوم تـه
حوصله ورکول ضروري وي او حوصله ئې اوچتول ضــروري وي ـ د افغانســتان قــوم و اولس خپــل د
تاريخ يوه لويه برخه د تورو په شړنګار او د بارودو ،بمونو ،مــيزائيلو ،ټېنکونــو ،جنګي جهــازونو پــه
شور او زوږ کښې تېره کړې ده ـ داسې قوم دپاره بيا د مــورال او حوصــلې د اوچتولــو د پــاره څــوک
مسيحا پکار دے ـ داسې مسيحا چې د داسې قوم د دردونو او زخمومونو درمان هم اوکړي او د مسـتقبل
د پاره ئې ژوند ته او د ژوند خوهش ته وهڅوي ـ
هم دغه وجه ده چې رښتين خپل قوم ته د هغو د ماضي کارنامې ،مړنتوب او د بهــادرۍ تــاريخ
را په ياد کړي ـ د پالر نيکۀ مړانه و تــوره ورتــه را يــاده کــړي ـ د وختونــو د ســختو او نرمــو وړلــو او
برداشت کولو ورتــه حوصــله ورکــړي ـ کــۀ داســې ونکــړے شــي قــوم او اولس حوصــله عــزم او همت
اوبئيلي ـ او دغه بېالت بيا هاغــه بېالت دے چې کــوم بيــا ډېــر پــه ګرانــه او مشــکل ســره ســر دوبــره
حاصلېدے شي ـ رښتين خپل يو نظم " د پښتونولۍ غږ" کښې هم دغه کار کوي خپل قوم او ولس تــه د
عزم او حوصلې درس ورکوي ،خپل تاريخ ورته ياده وي خپل مشران او د هغو مړانې ورته پــه ګوتــه
کــوي ـ ددې نــه ئې مطلب او مــراد بس دغــه دے چې د خپــل اولس او قــوم مــورال او حوصــله اوچتــه
اوساتي ـ او پدې ډول ئې مستقبل ته وهڅوي ـ د مســتقبل هڅــه پــه حقيقت کښــې د ژونــد عالمت دے ـ د
اميد او رجا عالمت دے ـ دا پورا نظم ډېر اوږد او طويل دے خو دلته ترې څه برخه رانقل کولے شــي
ـ
سلېمان الئق (1309ل = )1930د افغانستان يــو وتلے سياســي پوهــان مفکــر شــاعر او
اديب دے ـ سلېمان الئق د خپل رهبر نه ګيله مند دے ـ ځکه ګيله مند دے چې دې رهــبر وســره ډېــرې
نارواودوکې کړي دي ـ رهبر اصل کښې رهبر نه ؤ،يو غل ؤ اود هغه کار غال وه ـ مـا بـه هغـه د پـاره
خلق ټولولو،چې دوېي زما د ملک او وطن دفاع کوي زما د ملک او د اولس حفاظت کــوي ـ خــو دغــه
رهبر خو زمونږ د اولس د سر سودا وکړه ـ خپــل ځانونــه ېي پــوره کــړل او قــوم او اولس ئي پــه ځــائې
پرېښودـ "رهبر" نوم دغه نظم کښې سلېمان الئـق خپلـو د رهـبرانو او مشـرانو دغـه نـاوړے او غلـط
کردار څه پدې ډول ياده وي ـ
پير محمــد کــاروان (1959ء)د پښــتو جديــده شــاعري د نــوي رنــګ او اهنــګ ســره اشــنا کــړه ـ
دکاروان فکر ترقي پسند دے او دلته ددې خبرې لږ وضاحت کــول ضــروري ګڼم چې هــر هغــه شــاعر
چې د خپلې خاورې د خپل اولس خبره کوي او د خپل قوم او ملک سـره مينـه کـوي هغـه د تـرقي پسـند
فکر خاوند دے ـ د کاروان غزل وي او که نظم او بيا په نظم کښې که آزاد نظم وي خو کاروان يې پــه
خاص رنګ رنګين کړي ـ د شلمې صدۍ په آخري پړاو کښې چې پښتون قــام د کــوم مقــاومت ســره مخ
شه کاروان د هغې انځور ګري په ډېر ښکلي رنګ کښې کړے ده ـ د بارودو په ســره لمبــو کښــې او د
جنګونو په دوزخ کښې چې افغان ملت کوم عمر تير کړو ،کاروان د هغې نه خپله هم تــېر شــوے دے
او ددې وخت د جبر او قهر زور او زياتې يې ليدلے کتلے دے ـ کاروان پــه خپــل يــو نظم " د اوښــکو
ډيوې" کښې د خپل اولس او قوم ددې سختو او کنډو کړمو ذکر په ډول کوي ـ
150
عبد الباري جهاني (1948ء) د افغانستان شاعر دے ـ د افغانستان په خاوره د مودو راســې يــو
مسلسل جنګ روان دے ـ ددې جنګ اسباب څۀ دي ـ دا جنګ چا شروع کړؤ او ولے ئې شــروع کــړو ـ
د هغه سوالونه دي چې اوس جواب تاريخ ته پــاتې دے ـ ده راتلــونکي وخت مــورخ بــه ارو مــرو ددې
جواب ورکوي ـ خو ددې جنګ په نتيجه کښې چې کوم تاوان اوشو کوم خلق چې در پــه در شــول کــوم
ماشومان چې اوزپېدل ،کومې ځوانۍ چې قربان شوې ،او کومې پېغلې چې کونډې شــوې او کــومې
مياندې چې بورې شوې د هغو جواب به څـوک ورکـوي او چـا څخـه ئې جـواب شـته هم کـۀ نـه ـ دې
جنګ کښې ګټه چا اوکړه او بېالت د چا په نصيب شو دا هغه ســوالونه دي چې د هــر ذي شــعور ذهن
کښې راوالړ ېږي ـ عبدا لباري جهاني پــه خپــل يــو نظم "ورانې جنــډې" کښــې هم څــه داســې ســوالونه
راپورته کړي دي ـ پوره نظم ډېر اوږد دے ،يو څو بندونه د نمونې په ډول وړندې کولے شي ـ
نـــــه کيســـــې يې چاتـــــه يـــــاد دي نـــــه پـــــه ويـــــاړي نـــــه پـــــرې ژاړي
ـــ
پــــــــــر قــــــــــبرونو يي جــــــــــوړېږي کلــــــــــه کلــــــــــه اتڼونــــــــــه
هم زلمي ورتــــــــــــــــه راوزي هم ســــــــــــــــرناوي هم ډولونــــــــــــــــه
جـــــــنراالن پکښـــــــې تـــــــېرېږي ورســـــــره وي مســـــــت آســـــــونه
تـــــــــــــرانې د آزادۍ وي جـــــــــــــوړوي پکښـــــــــــــې جشـــــــــــــنونه
ـــ
څـــــــوک خـــــــبر پـــــــه هغې مـــــــور دي چې داغونـــــــه يې خـــــــوړلي؟
چـــــــــــا لښـــــــــــکرې د ماشـــــــــــومو يتيمـــــــــــانو دي ليـــــــــــدلي ؟
څــــوک خــــبر ســــوله چې څــــه ســــوې هغــــه کونــــډې هغــــه ښــــکلي؟
ـــ
څـــــــوک بـــــــه يوســـــــي احوالونـــــــه تـــــــر قـــــــبرو د شـــــــهيدانو ؟
چې يې څـــــــه اوکـــــــړل ملګـــــــرو پـــــــه نـــــــاموس پـــــــه يتيمـــــــانو؟
لــــــــه ازلــــــــه تــــــــر ابــــــــده يــــــــو داســــــــتان دى تکراريــــــــږي
()80
هوښـــــــــياران يې ثمـــــــــره خـــــــــوري ســـــــــادګان قربـــــــــانېګي
د اميد او عزم و همت سره سره ترقي پسنده شاعرانو د مثبتــو معاشــرتي عواملــو پــه لــړ
کښې هاغــه کردارونــه هم ســتائيلي دي چــا چې خپــل قــوم د پــاره او يــا د ټــول انســانيت د خوشــحالۍ او
سوکالۍ د پاره مخلصانه کردار ادا کړے دے ـ لکه په ځينو شخصـياتو د اجمـل خټـک نظمونـه د هاغـه
شخصياتو کردار دنيا ته څرګندول دي او د هغې تقليد ته هڅؤل دي ـ لکه د هغوئي دا نظمونه :بابا فخــر
افغان ،خان شهيد ته ،مير ويس خان،د رحمان بابا په هديره وغيره ـ ســيد رســول رســا پــه خپلــه شــعري
مجموعه د بيديا ګلونه کښې په مشاهيرو نظمونه وئيلي دي لکــه :پښــتانۀ شــعرا او مشــاهير ،د خوشــحال
خان شعرونه ،عبد الرحمان سړبنے،کاظم خان شيدا ،عبد الحميد صاحب حميــد،محمــود غزنــوي ،احمــد
شـــاه ابـــدالي ـ فضـــل حـــق شـــيدا پـــه دې حقلـــه ډېـــر نظمونـــه وئيلي دي لکـــه :غـــازي امـــان هللا تـــه
خطاب،اورنګــزيب عــالمګير،مصــطفى کمــال،ګــورو نانــک،ټيپــو ســلطان ،د غــازي نــادر شــاه وفــات،د
خوشحال بابا قبر،احمــد شــاه ابــدالي،رحمــان بابــا،زاغلــول بادشــاه ،بي بي عائشــه رض،حضــرت ابــوبکر
رض،سرسيد احمد خــان،بي بي خديجــه رض،موالنــا محمــد علي مرحــوم،ســيد جمــال الــدين افغــانې،عالمــه
اقبال،شېخ رحمکار ،د پير مانکي وفات ـ
تــرقي پســندو شــاعرانو د ښــځو پــه حقلــه هم نطمونــه وئيلي او د هغــوئي د
معاشــرتي کــردار اهميت ئې واضــحه کــړے دے ـ د تــرقي پســند مکتب فکــر مــدعا د مظلومــانو ســره
همدردي او د بشري حقوقو تحفظ دے ـ ښځې سره همدردي مختلفو شاعرانو په مختلف انداز کښې بيان
کړې ده لکه د اجمل خټک نظم پېغله ـ د سيد رسول رسا نظم ډمې ته ـ د پرېشان خټک پښــتنه کــوچۍ ـ
د عبد الرحيم مجذوب مس پروين ـ د هاشم بابر پپينه لېونۍ او د مېجر الطـاف خټـک مـزدوره پېغلـه
وغيره ـ
152
حوالې
باب دويم:
نـــــــور االمين يوســـــــفزئې ،شـــــــلم صـــــــدۍ او د پښـــــــتو جديـــــــدنظم هـــــــر اول .1
دسته،مشموله،جرس،کراچۍ ،نظم نمبر،جرس ادبي جرګه،ګڼه 37تا 40جنوري 2001ء
تامارچ 2002ء،ص ص214،215:
2. Tariq Rehman, Language and politics in Pakistan, Oxford University
Press, fourth impression 2006, page :136
صاحب شاه صابرخدائي خــدمتګار تحريــک او پښــتو نظم،مشــموله،جــرس ،کــراچۍ،نظم .3
نمبر،محوله باال2002 ،ء،ص ص193،194:
4. Language and politics in Pakistan, page:139
هللا بخش يوسفي،سرحد اور جدوجهد ازادى،مرکزى اردو بــورڈ الهــور ،جــون ،1968 .5
ص59:
ش خ ت خ تخ ن ايضًا،ص 60 :ن .6
ئ ئ ت خ
ملک اسد ان ری ن ،ا ج ن ی ر ،ج وبی پ ون وا ،ای ک اری ی،سماج ی،س ی اسی ج ا زہ ،ملت ان ،پ ل والہ، .7
ل
ف ا کت اب
گرا کس ،2013 ،ص19:
ای ض ا ،ص42 : .8
زلمى هېوادمل ،د پښتو د نثر اته سوه کاله،کابل ،دانش خپرندويه .9
ټولنِه1390،م کال 2011 /ز ،ص ص973،974، :
153
وقاراحمد رضوي،ڈاکٹر،تاريخ جديد اردو غزل ،نيشنل بک فاونڈيشن اسالم اباد، .10
1989ء ،ص655:
.11يوسف حسن،پروفیسر،ڈاکٹر،روش نديم ،فیض احمد فیض ،فیض صدى :منتخب مضامين،
پاکستان ،2010ص596 : مقتدره قومى زبان
روش نديم ،صالح الدين درویش ،جديد ادبي تحريکوں کا زوال،گندھارا خالده سردار .12
پالزه سيد پور روڈ راولپنڈى2002،ءص41 :
جرس ،کراچۍ محوله باال ،ص442: .13
ايضًا،ص443 : .14
اجمل خټک ،د غېرت چغه ،اکوړے 6،اپريل ،1958ص39: .15
قلندر مومند ،سباؤن ،پېښور ،جدون پرنټنګ پريس 1988ء ص49: .16
ايوب صابر،ځيګر خون،پېښور ،قامي مکتبه،1993،ص184: .17
جرس ،کراچۍ محوله باال ،ص458: .18
عبدالرحيم،مجذوب ،،دمجذوب کلياِت پېښور ،دانش کتاب پلورنځى،1999 ،ص7: .19
همېش خليل،وينه(نظم) مشموله ،جرس ،کراچۍ محوله باال ،ص738: .20
افراسياب خټک،ماشومه جينۍ (نظم)،مشموله،جرس،کراچۍ،محوله باال ،ص922: .21
سليم راز،زه لمحه لمحه قتلېږم،چارسده،پشکالوتي ادبي مرکز2007،ءص53 : .22
دروېش دراني ،ستوري په لمن کي ،کوټه،صحاف نشرياتي مؤسسه2011 ،ء ص114 : .23
سيد خېرمحمد عارف،خبره خدايه (نظم) ،مشموله ،جرس ،کراچۍ ،ص 951: .24
سعيدګوهر ،په څيرى لمن کښې اميد،کوئټه ،سکام ادبي اکېډيمي2000،ء .25
ص ص34،35:
رحمت شاۀ سائل،د وينو رنګ په لمبو څنګه ښکاري ،پېښور،جدون پرنټنګ پرېس، .26
،1992ص117:
محمود اياز،تڼاکې دخيال ،کوئټه ،سکام ادبي اکېډيمي1999،ء،ص140: .27
رياض تسنيم ،تسلسل (نظم) ،مشموله ،جرس ،کراچۍ ،محوله باال،ص1198 : .28
رب نوازمائل،زه سړے لکه دستورو،کوټه،لمرخپرندويه ټولنه،2005،ص147: .29
عمر ګل عسکر ،په دائره کښې کائنات ،کوټه ملګري ليکوال،2012،ص107: .30
عارف تبسم،د لمر پل،لوراال ئي ،پښتو ادبي ملګري2006،ءص151: .31
نوراالمين يوسفزى،شلمه صدۍ او دپښتوادب هراول دسته ،جرس ،کراچۍ .32
،محوله باال،ص216:
صاحب شاه صابر ،خدائي خدمتګار تحريک او پښتو نظم ،مشموله ،جرس ،کراچۍ .33
،محوله باال،ص194 :
ايضًا،ص195: .34
ايضًا،ص197: .35
همېش خليل،پښانۀ ليکوال،اول ټوک،پيښور،يونيورسټي پبلشرز،201،ص49 : .36
ايضًا ،ص51 : .37
154
دريم باب
دشلمې صدۍ په پښتو غزل کښې د عمراني افکارو مطالعه
157
په اولني باب کښې د پښتو په شاعرۍ کښې د عمراني افکارو پــه روايت او ارتقــاء بانــدې بحث
شوې دے۔ دغه بحث د پښتو په شاعرۍ کښې د عمراني افکارو عمومي بحث وو۔ پدې بــاب کښــې بــه د
پښتو په غزل کښې د عمراني افکارو جاج اخستلے شي۔ چې کله نــه د پښــتو غــزل وجــود مونــدلے دے
هغې وخت نه تر شلمې صدۍ د عمراني شعور او فکر په حواله د پښتو د غزل مطالعه وړانــدې کــولے
شي۔ پدې باب کښې په خصوصي توګه يوازې غزل کښې د عمراني شعور خبره کيږې ۔
د پښتو ادب تاريخ او ادبي تذکرې تر مخۀ تــر اوســه اکــبر زمينــداروي(780هـ) د پښــتو اولــنے
غزل ګو ګڼلے شي۔ د عبدالحۍ حبيبي د وينـا مطـابق د اکـبر زمينـداروي د شـعري آثـارو يـو څـو پـاڼې
موندلے شوي دي۔ د اکبر زمينداروي د ځنے اشعارو نه دا معلوميږي چې هغــه د ګــوډ تيمــور معاصــر
()1
دے ۔ ګوډ تيمور (771هـ ـــ۔807هـ) پورې سلطنت کړے دے۔
که هر څوهم د اکبر زمينداروي شعري آثار د وخت د انقالب د السه ډېر کم مونــدے شــوي دي
خو د هغه د اشعارو نه دا معلوميږي چې د زمينداروي د زمانې تر رسيدو پورې د پښتو شعري ادب کم
نه کم د دوؤ صدو سفر کړے وؤ۔ اکبر زمينداروي په خپل يو غزل کښې د مغلو د ظلم زور ذکر داســې
کوي:
د دې شعر نه څرګنده شوه چې د پښتو اولنے غزل ګو اکبر زمينداور په خپل غزل کښې د خپل
قام ،اولس ،د درد او تکليف نه سترګې ندي پټې کړي او په خپل غزل کښې د مغلو له اړخۀ راجــوړلے
شوې معاشرتي او سماجي ستونزو پام او فکر وو۔ روښان يوسفزئ په خپــل يــو مضــمون کښــې د اکــبر
زمينداوري د دې عمراني شعور او ادراک ذکر داسې کوي:
" که چرې مونږ د پښتو ړومبے غزل ويونکے شاعر اکــبر زمينــداوري ومنــو او د
هغه وخت سياسي ،اجتماعي او اقتصادي حاالتو ته ځــير شــو نــو پاملرنــه پکــار ده
چې تيمور لنګ 771هـ ـــ۔807هـ آخر د پښــتنو کلتــوري مرکزونــه او کورونــه ولې
سيزي؟ او اکبر زمينداوري په لمبــه ژنــو ســاندو او اســويلو کښــې داســې ولې وائي؟
چې:
159
دې شعر کښې د " مغلو تيمور" د قوميت هغه ځانګړے ســاختياتي غــږ دے څــۀ تــه
()3
چې مونږ د هغه وخت په رڼا کښې قامي شعور وئيلے شو" ۔
دغه څۀ ته چې ليکوال ځانګړے ســاختياتي غـږ وائي ،مــونږ ورتــه عمــراني شــعور او ادراک
وئيلے شو ځکه چې شاعر په خپــل شــعر کښــې د خپلې معاشــرې د اولس خــبره کــړې ده او د خپــل قــام
اولس اقتصــادي ،سياســي اجتمــاعي حــاالتو بانــدي ئې خپــل قســم پورتــه کــړے دے۔ د دې نــه داســي
معلوميږي چې پښتو غزل کښې د پخوا نه د عمراني شعور او فکر په مخه راغلے دے۔
د عمراني افکارو دغه روايت چې پښتو غــزل کښــې د اکــبر زمينــداوري نــه پئيــل شــوې دے د
روښــاني مکتب فکــر پــه شــاعرانو کښــې مال ارزاني(929هـ ــ 1028هـ) چې د پښــتو اولــنے اولــنے
صاحب ديوان شاعر دے په خپلو اشعارو کښــې د " پښــتو" لفــظ د ژبې د تــرقۍ د پــاره اســتعمال کــړے
دے۔ او د مال ارزاني يو شعوري کوشش دے۔ ډاکټر يارمحمد مغموم د مال ارزاني د دې پښــتني شــعور
او ادراک په حقله ليکي:
" مال ارزاني هغــه واحــد روښــاني شــاعر دے چې پــه خپلــه شــاعرۍ کښــې ئې د
"پښتو" لفظ په داسې طرز استعمال کــړے دے چې دې ژبې تــه د تــرقۍ ورکولــو د
پاره ترې د دۀ د زړۀ د ژورو نه راختلې خواهش ،خلوص او شـعوري زيـار انـدازه
کېږي۔۔۔۔۔ د مال ارزاني نه بغير د بل روښاني شاعر داسې شعرونه زما لۀ نظره نه
دي تير شوي چې په سياسي تناظر کښې ئې د پښتو د پرمختګ د خواهش څرګندونه
()4
کړې وي"۔
" د مال ارزاني نه عالوه د نورو روښاني شــاعرانو پــه شــاعرۍ کښــې د پښــتونولۍ
رنګ په نظر نه راځي۔ ولے چې هغوئ پښتنې خاورې نه لرلې په هندوســتان کښــې
()5
ئې ژوند تيرولو او د دې خاورې پښتني احساس نه خالي وو"۔
يقين ـًا چې د ډاکــټر يــار محمــد مغمــوم دا خــبره د رد کولــو نــۀ ده چې بې د ارزاني نــه د نــورو
روښاني شاعرانو په شاعرۍ کښې د پښتني احساس ،او د پښتنو د خاورې سره تړلي جـذبات کمـا حقـه
په نظر نه راځي ۔ خو دلته زمونږ بحث د پښتو په غزل کښې د عمراني افکارو په روايت دے او او دا
روايت تر څۀ نه څۀ حده او په څۀ نه څۀ رنګ کښې د مال ارزاني په شاعرۍ کښې په نظــر راځي چې
د اکــبر زمينــداروي نــه پس ورتــه مــونږ د عمــراني روايت ،فکــر ،احســاس ،شــعور او ادراک نــوم
ورکولے شو۔
160
د روښــانيانو د دور نــه پس د خوشــحال خــان خټــک(1613ء ـ 1689ء) طالئي يــا زرين دور
راځي۔ د خوشحال بابا او د هغه د کـورنۍ پـه شـاعرانو کښـې د پښـتون قــوميت ،کلتـور ،پښـتونولۍ ،د
خپلې خاورې د خپل اولس د احساساتو جذباتو ترجماني ،او د خپل اولس د محرومو په حــوالې زورور
انداز سره په مخه راغلے دے چې مثال ئې له دې اول په پښــتو شــاعرۍ کښــې داســې نشــي مونــدې۔ د
خوشحال خان خټک شاعري د مقدار ،معيار ،اســلوب او موضــوعاتو پــه حوالــه دومــره شــتمنه ده چې
مثال ئې په پښتو شعروادب کښې نشي موندې۔ کمه کوزه به چرته داسې څۀ موضوع او مضمون پــاتې
وي ،چې خوشحال خان خټک به پرې ليکل نه وي کړي ،هغه خپله د دې خپل کمال ذکر کوي:
داسې نده چې د خوشحال خان خټک نه اول پښتو ژبه کښې شعر و ادب وجود نه لرلو ،کتابونــه
پکښې نه وو ليک ،خو کومې خوبۍ او صفات چې د خوشحال خان خټـک د قلم پـه وجـه پښـتو ژبې او
ادب ته حاصلې شوې ،هغه د دۀ نه اول نۀ وې۔ نظم نثر هر څۀ او هره موضوع ۔ خوشحال خان وائي:
او ځکه خو خوشحال خان خټک د خپل قلم نه د زاريدو خبره کوي:
دلته زمونږ بحث د خوشحال خان خټک د شاعرۍ په عمراني اړخ دے۔ خوشــحال پــه عمــراني
لحاظ داسې څۀ اړخ د پښتون قام او معاشرې ندے پريښې چې ذکــر ئې پــه خپلــو اشــعارو کښــې نــه وي
کړے۔ د قوم ،ژبې ،دود ،دستور ،کلتور ،تهذيب او تمدن ،غرض د يوې معاشــرې ســره تــړلے ټــولے
خبرې د خوشحال خان په شاعرئ کښې موندے کېږي۔ د فرد او د وګړي ( )Individualنه واخله تــر
قومه پورې ۔ خوشحال نابغـه ؤ ،هغـه تـه معلومـه وه چې قـوم او معاشـره پـه څـۀ جـوړيږي او پـه څـۀ
ورانيږي۔ هغه د تاريخ د عروج او زوال د قصو نه خبر ؤ ۔ د خپل علميت پـه سـبب هم ورتـه دغـه هـر
څۀ معلوم ؤ او د خپلو ذاتي تجربو په سبب هم ورته پته وه۔ ځکه خو پدې خپل صفت هم پخپلـه ځـان تـه
شاباش وائي:
()9
د خوشــــــــــحال خټــــــــــک پــــــــــه پوهــــــــــه کــــــــــړي شــــــــــاباش
خوشـــحال وائي چې ماتـــه د وګـــړي هـــر احـــوال معلـــوم او ښـــکاره دے او پـــه عمرانيـــاتو (
)Sociologyکښې خبره د فرد يا وګړي ( )Individualنــه شــروع کــېږي۔ خوشــحال خــان خټــک پــه
شاعرۍ کښې د دې خبرې ډېر ذکر دے چې پښتون وګړي يا پښتون قام خپلــه ژبــه ،خپــل کلتــور ،خپلــه
خاوره ،او خپل ملک د پاره د اتفاق او ورورولۍ په الر روان شي چې پدې جوړ پښتون قوم خپــل هغــه
زوړ مقام او عزت سر دوباره تر السه کړي کـوم چې د بې اتفـاقۍ پـه سـبب دې قــوم بـائيللے دے ۔ دې
مقصد د پاري خوشحال خان خټک باربار او ځائې په ځائې د اتفــاق ،ورورولۍ ،او رايوځــائې کيــدو او
متفق کيدو خبره کوي۔ ګويا د پښتون قوم نه يو جمــاعت ،يــوه ډلــه ()Groupســازول غــواړي۔ او کومــه
جذبه چې دې مقصد او مرام د پاره هغه په پښتنو کښې پيدا کـول غـواړي هغې تـه د عمرانيـاتو بابـا ابن
خلدون (1332ء۔۔1406ء) "العصبيه" وائي چې جديــد عمــراني پوهــان ورتــه د ()Social Solidarity
نوم ورکوي۔ دلته د دې خبرې وضاحت ضروري دے چې د ابن خلــدون د نظريــه "العصــبيه" معٰن ى او
مطلب په موجوده دور کښې مروجه عام مفهوم ندے چې خپل قوم او قبيله اوچته ،بــره او درنــه ګڼــل او
نورو قومونو ته په سپک او الندې نظر سره کتل دي۔ بلکې ابن خلدون د قرآن د تعليمـاتو پـه رڼـا کښـې
دغه اصطالح وضع کړې ده چې د مضبوطې ډلې( )Groupپه معنو او مفهوم کښې پکــارولے شــي۔ د
ابن خلدون د دي نظرئې په معنٰی او مفهوم د جديد تحقيق په رڼا کښې لــږ غونــدې بحث کــول ضــروري
دي چې د دې اصطالح وضاحت اوشي۔
Asyqin A B Halimخپل د پي ايچ ډي پــه مقالــه کښــې د ابن خلــدون د نظــرئې "العصــبيه"
تعريف داسې کوي:
خپله ابن خلدون د دغه اصطالح يعني د "العصبيه" تشريح او توضيح نده کړې ۔ او په انګريزۍ
ژبه کښې د دې اصطالح ترجمه کما حقه نده شـوې يـا نشـي کيـدې۔ د ابن خلـدون پـه زمانـه کښـې دغـه
اصطالح يوه عامه اصطالح وه او ابن خلدون ئې د تشريح ضرورت نه ګڼلو۔ ځــنې عمــراني محققينــو د
دې اصطالح د ترجمې کولو په ځائې دغه اصطالح استعمالول غوره ګڼلي دي ۔ Asyiqin AB Halim
د عمــراني پوهانــد Fuad Baaliچې د ابن خلــدون پــه عمــراني نظريــه ئې تحقيــق کــړې دے او د
Muhammad Mahmoud Rabiچې د ابن خلدون د سياسي نظرئې څيړن کار دے په حواله د دې
اصطالح وضاحت داسي کوي:
اوس چې مونږ د خوشحال خان خټک هغه افکار اوګورو کومو کښې چې هغه پښتون قوم تــه د
اتفــاق ،اتحــاد ،رايوځــائې کيــدو خــبره کــوي هلتــه خوشــحال خــان خټــک د جديــدو عمرانيــاتو مطــابق
،Collective consciousnessيا Social Solidarityيا د Tribal Loyaltyغږ پورته کــړې دے۔
خوشحال خان خټک پښتنو ته د مغلو په مقابله کښې د هغو زوړ تاريخ رايادوي چې شپږ اوۀ پېړۍ خو
ستاسو مشرانو داسې حکومت کړے دے چې تر ننه ئې خلق يادوي۔ تاسو په هــر کــار کښــې د مغلــو نــه
غوره او ښۀ کارونه او کارنامې کړې دي اوس څۀ اوشو۔ چې دا هر څۀ درنه پاتې شول:
هر قوم هره معاشره خپله ژبه لري۔ ژبــه د معاشــرې خپــل تخليــق دے۔ او دغــه ژبــه وه چې نــه
يواځې د معاشرتي ربط او خبرو د پاره ضروري ده بلکې دې سره سره هــره ژبــه د خپلې معاشــرې ،د
خپل قوم او د خپل اولس د کلتور ،ثقافت ،تهذيب او تمدن محافظه هم وي۔ ټول ثقافتي او کلتوري تــوري
هم د ژبې پــه ذريعــه او الر بانــدې محفــوظ پــاتي کيــدې شــي۔ ژبــه د قــامي او کلتــوري شــناخت تسلســل
برقراره ساتي۔ په دنيا کښـې ډېـر داسـې قومونـه تـير شـوي دي چې د هغـو تهـذيب نن د زړو آثـارو پـه
صورت کښې موندلے کېږي۔ خو هغه تهذيبونه مړۀ تصور شي چې د هغو ژبه ژوندۍ نــه وي۔ دنيــا د
هغو د کلتور ،تهذيب او تمدن کما حقه مطالعه نشي کولے۔ ژبه د عمرانيــاتو پــه حوالــه د معاشــرې مهم
جز دے ځکه خو خوشحال خان خټک په دې حقله وائي چې ته ورته ال په تــرکۍ خــبرې کــوې۔ پښــتون
خو په خپله ژبه نادان دے ،په خپله ژبه نه پوهيږي ۔
ننګ او ميړانه ،توره ،شرم ،حيا او غېرت د هرې معاشرې ښۀ او غوره اوصاف دي ،خـو پـه
پښتنه معاشره کښې چي دا اوصاف نه وي هغه بيا پښتنه معاشره نشــي کيــدې۔ معاشــرې پدغــه اوصــافو
قائمې وي۔ دغه اوصاف د معاشرو ښائست ګڼلے شي۔ او په دغه اوصافو سره معاشرې قائمې او دائمې
پاتي کيدے شـي ځکـه خـو خوشـحال خـان خټـک خپـل اولس تـه دغـه اوصــاف او خاصــيتونه بـار بـار
رايادوي:
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
راست بازي ،سخا ،د مشرانو ادب ،په کشرانو مينه او شفقت ،نــرم خــوئي ،مېلمــه دوســتي ،د
خپل وطن سره مينه۔ دا ټول معاشرتي قدرونه ()Moresدي ،د خوشحال خان خټک په شــاعرۍ کښــې
دغه ټول معاشرت اقدار ذکر شوي دي۔ عمراني حوالو د پاره د خوشحال خان خټک پــه شــاعرۍ کښــې
دومره څۀ پراته دي چې شمار کول او ذکر کول به ئې ګران شي۔ دلته بس يو څــو مثالونــه د نمــونې پــه
طور وړاندې شول چې د خوشحال عمراني فکر او شــعور تــرې څرګنــد شــي۔ مــونږ دا وئيلے شــو چې
عمراني شعور کښې په پښتو شاعرئ اور روايت لرلو خو څومره په تفصــيل ســره چې خوشــحال خــان
خټک معاشرتي او د قامي اقدارو ذکر کړے دے ۔ ده هغه نه اول د هغې مثال موندلے نشي ۔
د خوشحال بابا نه پس که د رحمـان بابـا(1653ء ــ 1706ء) پـه غـزل کښـې مـونږ د عمـراني
افکارو مطالعه او نه کړو نو دا ذکر به نامکمل وي ولے چې خوشحال او رحمان بابا د پښــتو د شــعري
تاريخ هغه مضبوط بنيادونه دي چې زمونږ ټول شعري تاريخ پرې ډېـر جـوخت او مضــبوط والړ دے۔
رحمان بابا په اصلي معنو کښـې يـو صـوفي شـاعر وؤ ،دروېشـي او قلنـدري درحمـان بابـا جامـه وه۔ د
رحمان بابا زياته شاعري په اخالقياتو ،پند او نصيحت باندې اډاڼه لري۔ د صوفياؤ کار هم دغه وي چې
خپلو خلقو او خپل اولس ته د ښو اخالقو د ښو خويونو او ښو کارونو درس ورکړي او رحمان بابا خپل
دغه کار په ډېره ساده ولے پر اثره ژبه کښې دومــره پــه ښــکلي انــداز ســره کــړے دے چې تــر ننــه ئې
انګازې زمونږ په معاشره کښې خورې دي۔ رحمان بابا د خپل اولس په معنوي او روحاني طور بانــدې
تربيت کوي۔ ابن خلدون هغه اولــنے عمــراني پوهانــد دے چې د اســالم د تعليمــاتو پــه رڼــا کښــې ئې پــه
معنوي او روحاني عمرانياتو باندې باقاعده طور سره بحث کړے دے۔ او په يوې معاشره کښــې د امن،
سکون قائم ساتلو او فتنه فساد او شر ختمولو د پاره دې تــه د قــرآن پــه ژبــه کښــې " بنيــان مرصــوص"
()15
وائي۔
165
ډاکټر اقبال نسيم خټک په خپل يو مضمون " د رحمان بابا د جمال تصور" کښې د رحمــان بابــا
د شاعرۍ ســماجي اړخ بانــدې بحث کښــې ليکي چې اخالقيــات د ســماجي ژونــد يــوه مهمــه برخــه ده او
زمونږ د سماجي ژوند ضرورت دے:
" اخالقيات هم زمونږ د سماجي ژوند يــوه اهمــه برخــه او يــو اهم ضــرورت دے۔ د
اخالقياتو تصور په هـر دور کښـې پـه څـۀ نـه څـۀ رنـګ کښـې موجـود وو۔ يونـاني
عالمانو سقراط ،افالطون ،ارسطو وغيره اخالقيــاتو تــه ډېــر اهميت ورکــړے دے،
هغوي جماليات د اخالقياتو تابع ګرځــولي وو او هوبــارټ جماليــات د اخالقيــاتو يــو
څانګه ګڼله۔ د يوناني پوهانو په نظر کښې هر هغه بنده ښــکلے وو چې د چــا اخالق
به د اعلٰی درجې وو او د اخالقو اسالمي تصور هم دغه دے چې هغــه بنــده ښــکلے
()16
او د عزت قابل دے د چا ظاهري او باطني اخالق چې ښکلي وي"۔
په صوفيانه شاعرۍ کښې په اخالقياتو باندې زيات زور ورکولے شي۔ د صوفياؤ منشا او مراد
او مقصد انسان دوستي ،امن ،او ورورولي وي او هغو هم پـه دغـه مـاحول کښـې د خپلـو تعليمـاتو رڼـا
خوروي۔ په ښو او ښائسته اخالقو مزين او ښائسته فرد د معاشرې هم ښه فرد ګڼلے شي۔ د ښــو اخالقــو
په سبب معاشره کښې مينه ،محبت ،قرار او امن راتلے شــي۔ پــدې ســبب دا وئيــل بې ځايــه نــه دي چې
اخالقي تعليمات هم د معاشرې د ودې ،ترقۍ او خوشحالۍ د پــاره ضــروري دي۔ رحمــان بابــا د مــادي
دنيا نور کارونه آسان او سهل بولي خو د انسانانو زړونه رغول ورته ګران کار ښکاري او دغه حقيقت
دے زړونه ګنډل او خلق هم ځان ته نزدې کول ګران دي:
د خپل سماج او د خپلې معاشرې د اولس الرې چارې سمول هغو ته خوشــحالي ورکــول د ګلــو
کر دے او د ګلو دې کر نه معاشره ګلزار جوړيږي ځکه خو رحمان بابا هم دغه وائي چې د خپل اولس
د پاره د ګلو کر کوه دغه کرونده به خپله تا د پاره هم ګلستان شــي او کــه خلقـو لــه اولس لــه داســې کــار
ګوري چې هغه پرې مشکل ته پريوزي ،تکليف ورته اورسي ،نقصان اومومي دا پــه اصــل کښــې خپــل
ځان د پاره ازغي کرل دي:
خو رحمان بابا په خپلې شاعرۍ کښې يواځې د اخالقي تعليماتو پــه ذريعــه او الر د خپــل اولس
او معاشرې د سمولو کار نه دے کړے۔ رحمان بابا د خپل عصــر او زمــانې د حــاالتو نــه ســترګې نــدي
166
پټے کړي۔ د اقتدار خاوندانو چې څۀ کول هغه ئې په نظر کښې هم ساتل او پــه هغې بانــدې ئې هم بې د
څۀ يرې ترهې د خپلې شاعرۍ په الر برمال خبره کړې ده ،رحمان بابا وائي:
ګور ،اور او پېښورچې کوم سبب باندې يو شان او يو رنګ دي رحمان بابا د هغې څرګند نوم
اخلي چې هغه د دې وخت حاکمان دي چې د هغو په سبب وطن سور اور شوې دے۔ رحمان بابــا قلنــدر
دے خو کوږ دستار تړلے قلندر دے۔ ځکه خو د وخت د حاکمانو په ظلم باندې چپ نه دے پاتې شــوے۔
رحمان بابا په خپل کالم کښې د معاشرې په هر هغه کس باندې نيوکے کړي دي چې معاشرې او اولس
ته تې نقصان او زيان رسيدلے دے۔ هغه که څوک د وخت بادشا دے ،که فقير دے ،کــه مال دے او کــه
پير دے او که د معاشرې څوک عام فرد يا وګړے دے۔ خو دا هر څۀ رحمان بابــا پــه يــو دلنشــين انــداز
کښې وئيلي دي۔ پروفېسر محمد نواز طائر د رحمان بابا د کالم هغه اثر چې پــه پښــتنه معاشــره بانــدې
شوې دے ليکي:
" حقيقت دا دے چې د رحمان بابا کالم چې د پښتنو په معاشرتي ژوند څومره اثر انداز شوے دے غالًبا
چې بل يو شاعر يا تحريک په دې باندې دومره ژور اثر نه دے کــړے۔ پــه خصوصــيت ســره پــه پښــتو
موسيقۍ کښې چې د رحمان بابا کالم د رباعي په مخصوص نـوم کـوم مقبـوليت حاصــل کـړے دے ۔ دا
()20
مقبوليت زمونږ د کتابي ادب بل يو صنف نه دے موندے۔
د هغه يو څو مثالونه وو چې د رحمان په غزل يو شاعرۍ کښــې د عمــراني فکــر او شــعور پــه
حواله ترې دلته يو څو اشعار د مثال په توګه وړاندې کړلے شو۔ نور بلها ګڼ شے اشعار پــه دې حوالــه
د رحمان بابا په کالم کښې موجود دي۔ خو زمونږ مطلب دلتــه د پښــتو غــزل کښــې د عمــراني فکــر پــه
روايت باندې بحث کول دي او دې د پاره دغه يو څو مثالونه "مشت از نمونه خروار" کافي دي ۔
حســېن ملــک پــوري چې د مغــل بادشــاه شــاه جهــان ( 1592ء۔۔1666ء) او اورنــګ زيب (
1656ء۔۔1707ء) د زمــانې شــاعر دے۔ د دې دواړه بادشــاه ذکــر ئې پــه ديــوان کښــې موجــود دے او
اورنګ زيب بادشاه ذکر ئې زيــات کــثرت ســره کــړې دے۔ د ضــلع مانســهرې عالقــه پکلۍ د يــو کلي "
()21
ملک پور" اوسيدونکے وؤ۔
حسېن هم د رحمان بابا د زمانې شاعر دے۔ او په کالم کښې د حسن و عشـق ،هجـر او فـراق
سره سره خپل عهد ،خپــل ملــک ،خپلې خــاورې ،د خپــل خپــل اولس او د خپلې معاشــرې دود دســتور،
کرکروندې ذکر موجود دے۔ دغه ټولې حوالې د پښتو د غزل پــه عمــراني روايت کښــې د هغــه تسلســل
کړۍ ده چې پښتو غزل کښې د ډېر ابتدا نه راروان دے۔ همېش خليل د حسېن د کالم په حواله ليکي:
167
" د پښــتني کلي وال د روزمــره ژونــد د ناســتې پاســتې او راشــه راشــه دود دســتور
عکاسي کوي۔ او هم دغه ژوند کښې د اولس په خله الفاظ ،اصطالحات او محاورې
د خپل داستان په بيان کښې د حسېن شاعرۍ ته يو انفرادي حيثيت ورکــړے دے۔ د
حسين د ژوند په ساده باده چاپيرچل کښې هره ورځ ،پيښيدونکو حــاالتو او واقعــاتو
او انسان حيات د تکميل د پاره د کــار روزګــار او هلــو ځلــو حقيقتونــو منظــر کشــي
خورا ډېره څرګنده بريښي۔ لکه د مينې ليونتوب د تجربو پــه انتهــا کښــې کــه هغــه د
هوښياري مرتبې ته رسي نو په ځائے د لقمان يا افالطون د مثال د خپل جغرافيــائي
ماحول د روايتي جرګې د سپين ږيرو د فرد عقل منــدۍ تــه اوليت ورکــوي او دغــه
()22
شان په يو غشي دوه ښکاره کوي"۔
لکه څنګه چې اول ذکر اوشو چې حسېن د مغل بادشــاه شــاه جهــان او اورنــګ زيب پــه زمانــه
ژوند تير کړې دے۔ پدې حواله د حسين په کالم بعض تاريخي پيښو او سياسي حاالتو ذکر موجــود دے۔
هغه که د خيبر د مشهور جنګ ذکر وي يا د پښتنو او مغلو په حوله نورې حوالې خو حسـېن ئې داسـې
بيانوي:
حسېن د خپل عهد د سياسي حاالتو او واقعاتو ذکر سره سره د خپلو معاشرتي اقدار او رواياتو
چې د پښتو او پښتونولۍ د آئين او دستور حصه وي۔ او په پښتنه معاشره کښې اوسيدونکې هيڅ يــو کس
ترې هم انکار نشي کــولے ولے چې هم دغــه هغــه معاشــرتي روايــات ( )Moresيــا مســلمه اصــول (
)Normsتدي چي معاشره پرې قائمه وي۔ حسېن د خپلې معاشرې د دغه مسلمه اصولو ( )Normsاو ش ت
معا ر ی روايا و ( )Moresذکر کوي چې جرګې ،او د غم ښادۍ د رواياتو ذکر کوي ۔
نـور داسـې ګڼ مثالونـه او د نمـونې شـعرونه د حسـېن د ديـوان نـه تـر الس کېـدے شـي چې
عمراني حوالې ،شعور او ادراک پکښې وجود لري ـ که هر څو هم حسېن دغه ټولې عمـراني حـوالې
د خپلې مينې د پاره د تشبيه او استعارې په طور استعمالوي خو بهرحال د عمراني فکــر روايت پکښــې
موجود دے ـ
اشرف خان هجري (1635ء ـــــ1694ء) د خوشــحال خــان خټــک دويم ځــوئې دے ـ ( )25چې څــوارلس
کاله ئې د مغلو په قېد کښې تېر کړي دي او ټولــه شــاعري ئې د زنــداني ادب شــاعري ده ـ د اشــرف
خان هجري شاعرۍ په پښتو ادب کښــې د خزنيــه شــاعري يــو دردنــاک بــاب دے ــ ( )26د اشــرف خــان
هجري دغه دردناکه خزنيه شاعري ددۀد خپل ژوند کښـې د داسـې دردنـاکو عمـراني حـاال تـو شـاعري
ده ،کون چې اول په حوشحال خان خټک او بيا بيا په ده باندې تر سوي وو ـ او داسې اوئيلے شي چې
خپله د هجري ټوله شاعري د خانداني حاال تو په ترڅ کښې شوې ده نو بې ځايه بــه نــه وي ـ د هجــري
په شاعرۍ کښې ځائې په ځائې داسې شــعرونه پــه نظــر راځي چې د هغې معلومــېږي چې د پښــتو پــه
شعر کښې چې کوم عمراني روايت راروان ؤ هغه د دۀ په شاعرۍ کښې هم موجود دے ـ د مغلو د ظلم
زور او جبر ،ذکر د اکبر زمينداوري نه شروع شوې او خوشحال بابا او رحمان بابا پــه شــاعرۍ کښــې
هم ذکر شته ـ ګويا دغه" مغل واکې" د يو اصطالح صورت اختيا کړو ـ اشرف خان هجري د مغلو په
بند بندي ؤ ،خپل د محبوب بېلتون ته د مغل د جبر سره تشبيه ورکوي ـ
()27
چې بېلتون دې راپسې لکه مغل شه ـ
اشرف خان هجري د مغلـو پـه قېـد کښـې دے ـ پالر ئې هم دغـه مغلـو قېـد کـړې ؤ ـ د مغلـو
دښمني او د پښتنو دښمني بيا خاص د هجري د خاندان سره د مغلو دښمني ،هغه اسباب وو چې هجري
د مغلو په قېد و بند کښې مبتال کړو ـ هجري مغلو ته پــدې ســبب ښــه نــه ګــوري ،خــو چې کلــه د مغلــو
دانائي او حکمت اوويني او د پښتنو جهالت او نا پوهي ته زېر شي نو ال محاله پــدې وئيلــو مجبــور شــي
چي :
عبدالحميد بابا(1075/1080ء ـــ 1145ء )د پښو شاعرۍ د نازک خيــالو ډلے ســرخېل ګڼلے
شي ـ "د حميد بابا د خوښــې مضــمون او موضــوع پــه شــاعرۍ کښــې حســن او عشــق دے ،او هغــه هم
()29
مجازي عشق ـ
د عبدالحميد بابا په غزل کښې د حسن عشـق او ميـنې محبت ،هجـران او وصـال خـبرې ډېـرې پـه زړۀ
پــورې او ښــکلي انــداز کښــې بيــان شــوې دي ـ د حميــد بابــا نــازک خيــالي او باريــک بيــني ســبب هغــه
"موشګاف" بللے شي ـ چې دغه انداز او اسلوب د" سبِک هندي" خاصــه تصــور کــېږي ـ خــو دحميــد
بابا د حسن و عشق او محبت د سوزوګداز سره سره خپل عمراني فکر او تصور هم ځائې په ځــائې پــه
خپل غزل کښې څرګند کړے دے ـ پروفېسر محمد نواز طائر پدې حقله وائي ـ
"د حميد بابا د خپلې عالقې او اولسي ژوند سره براِه راست تعلق ؤ ـ او د قام په ښه
بدو کښې عمًال شريک ؤ ـ دغه سبب ؤ چې کله د جالل خــان ،جمــال خــان او د ګــل
خان د قتـل الميـه پېښـه شـوه نـو د دغې دور کـوم شـاعران چې ددې واقــع نـه بـرِا
راست يا باالواسطه متاثر شول هغوئي خپل تاثرات د اولس د عــبرت د پــاره قلم بنــد
کړل ـ عبدالحميد بابا هم په هغې شاعرانو کښې يو شاعر ؤ ـ ـ ـ او د مغلو پــه لمســه
پــه پښــتنو بانــدې د زور ظلم کولــو غندنــه کــړې ده ـ او دا پېښــه ئې د هغې عمــل
مکفــات او نتيجــه بللے ده ـ حميــد بابــا فطرتــًا د مغلــو دشــمن ؤ او د قــام قــبيلې او
()30
پښتونولۍ د ننګ طرف دار او حامي ؤ ـ "
د جالل خان ،جمال خان ذکر چې کوم مسلسل غزل کښې حميد بابا کوي ،د هغې نه د حميد بابا
د عمراني او معاشرتي شعو ر څرګنــده پتــه لګي ـ چې کــوم ســردارخپله بــدو تــه لېــوال شــي تبــاهي او
بربادي فد هغه مقدر اوګرځي :
170
د چا چې خپلې مټې نه وي ،خپل خلق ،خپــل قــام او قبيلــه او قــرابت دار ورســره نــه وي والړ
هغه پــه يــواځې ســر مړانــه نشــي کــولے ـ د جنــګ او ننــګ د پــاره د قــام او قــبيلې ( )social solidity
ضروري ده ـ د جمال خان او جالل خان په دغه واقعه باندې په دې حواله وائي:
په کور کلي او قام قبيله کښې چې جاهل ،بې عقله او ناکس پيدا شي ،هغــه ټــول قــوم ،قبيلــه او
اولس د پاره د شرم او عار سبب جوړ شــي۔ د يــوې معاشــرې د ورانۍ ســبب جــوړ شــي۔ علم ،پوهــه او
شعور د يوې معاشرې د پاره د ترقۍ ،ودانۍ او خوشحالۍ سبب وي۔ حميد بابا دا خبره په ګوته کوي:
د پښــتنو پــه معاشــره کښــې د مشــر برخــه ،مشــره برخــه وي۔ دا د معاشــرتي تــړون اصــول او
ضابطه ده۔ د پالر مشر ځوئې وي که د قوم قبيلې مشر وي د مشــرۍ خپلــه برخــه لــري چې د تقســيم او
ويش په وخت د مشرۍ په سبب هغه ته زياته برخه ورکولے شي۔ دا برخې دغه زياتوالے خپلــه د هغــه
خاندان ،قوم قبيلې د پاره وي چې د مشرۍ د کور نه وخت په وخت په غم يا نورو معاشرتي معــاملو او
کارونو کښې ترې استفاده کولے شي۔ حميد بابا دغه سماجي او معاشرتي اصول بيانوي:
د حميد بابا غزل د پښتني ماحول ،پښتني تقاضو ،پښتني هوډ او پښــتونولۍ ترجمــاني کــوي۔ او
که هر څو هم د حسن و عشق د معامالتو بيــان کــوي خــو دغــه خپــل روايــات او د مــاحول دننــه کــوي ۔
پروفېسر محمد نواز طائر د حميد بابا د شاعرۍ پدې خصوصياتو ليکي:
" دغه شان که د حميد د کالم ژوره مطالعه اوکړے شي نو په اکثرو اشــعارو کښــې
د پښتني ماحول د تقاضو ،د پښتني هوډ او پښتونولۍ پوره پوره ترجماني شــوې ده۔
حميد خپل غزل بيخي د پښتني رواياتوتابع کړے دے او د خپل عشق د لوړو ژورو
د پاره ئې هم دغه زمکه خوښه کړې ده د کومې نـه چې د حميـد عشـق رازيګيـدلے
()35
دے "۔
د حميد بابا نه پس تر شلمې صدۍ چې نور کوم کوم شاعران تير شوي دي د هغــوئ پــه غــزل
کښې د معاشرتي او سماجي شعور رنګ موجود ے۔ لکه کاظم خان شيدا ،محمد صاحبزاده ،علي خان،
کامګارخټک ،احمد شاه بابا ،پير محمد کاکړ ،حافظ الپورۍ او نور ډېر خو په شاعرۍ کښــې چې اکــثره
د غزل په صورت کښې موجوده د عمراني شعور فهم او ادراک وجود لري ۔
د دي بحث مطلب دا دے چې د شلمې صدۍ نه اول د پښتو په غــزل کښــې د عمــراني شــعور د
روايت لنډ شان جاج واخستې شي۔ زمونږ د پښتو غــزل کښــې دغــه عمــراني فکــر او شــعور د ابتــدا نــه
راروان دے او چې کله خوشحال خان خټک ته رسي نو د عمراني شعور روايت بيا ښـه مضـبوط بنيـاد
باندې والړ ليدې شي او د خوشحال بابا نه پس بيا نورو ټولـو شـاعرانو د خپـل مـاحول ،خپلې خـاورې،
خپل اولس ،خپل قوم قبيلې او معاشرې نه سترګې ندي پټے کړي ۔
172
څنګه چې په تېرو پاڼو کښې د دې خبرې وضاحت تــر ډېــره حــده اوشــو چې عمــراني روايت د
پښتو غزل کښې د ابتدا نه راروان دے۔ لکه چې د پښتو غــزل د شــلمې صــدۍ پــه دروازه قــدم کــيږدي،
دغه عمراني فکر د پښتو غزل او شاعرۍ کښې ډېر زيات په وضاحت او صراحت سره په مخه راتلــل
شروع شي۔ اول کښې عمراني فکر د مقــدار پــه لحــاظ کم وو خــو دلتــه څــۀ عــالمي ،ملکي ،عالقــائي او
سيمه ايز حاالتو داسې رخ اختيار کړو چې په ټوله دنيا کښې او ملک او د پښتو پــه ســيمو کښــې د هغې
اثرات په مخه راتلل شروع شو۔ د خوشحال خان خټک او رحمان بابا او د ځنې څو نــورو شــاعرانو نــه
پس په پښتو غزل هغه دور راغے کوم ته چې زمونږ ادبي محققين شـړ يـا بنجـر دور وائي۔ دغـه وخت
()36
تقريًبا درې سوه کالو پورې دې ۔
پدې دور کښې غزل خپل وجود قائم ساتلے دے خو عوامي او فولکلــوري افســانو بانــدې زياتــه
توجه ورکړلے شوه۔ خصوًص ا چاربېته پدې دور کښې په عروج باندې پــاتې شــوه او غـزل پس منظــر
ته الړو۔ ډاکټر راج ولي شـاه خټـک خپـل کتـاب " پښـتو ادبي تحريکونـه" کښـې د دې دور ذکـر داسـې
کوي:
" پدې مينځ کښې د څوارلســمے صــدۍ پــه دوران کښــې يــو داســې دور راغے چې
غزل اکثر پس منظــر تــه الړو۔ او ډېــره طبــع آزمــائي فولکلــوري او نــورو عــوامي
اصــنافو کښــې شــروع شــوه۔ ولې بيــا هم د يــو کالســيکي روايت لــه مخي عــوامي
شاعرانو غزل وئيل بيخي نظر انداز نۀ کړه۔ او د عوامي صنعتونو سره غزل خپــل
سـفر جـاري اوسـاته ۔ اګـر چې غـزل کښـې هغـه خـوبۍ او صـنعت کـارۍ نـه شـي
()37
موندلے کومه چې د کالسيکي او فني شاعرانو خاصه ده"۔
که هر څو پدې دور کښې هم غزل خپل سفر جاري اوساتو خو کــوم شــان او رنــګ ســره چې د
خوشحال خان خټک او رحمان بابا د عصر نه راروان وو هغه شان ئې پاتې نه شو۔ او عوامي اصــناف
زيات په مخه راغلل چې چاربېتــه پکښــې سرفهرســت ده۔ د دې نــه پس تــر شــلمې صــدۍ پــدې خــاوره
سياسي انقالبات راغلل چې په خپلې لمنه کښې ئې ډېر څۀ جغرافيائي او سياسي بدلونونه هم راوړل۔
د مغلو او پښتنو د سياسـي کشـمکش حـاالت د تـاريخ د پـاڼو حصــه ده۔ خـو پـه دغـه دور کښـې
سيکانو هم سر راپورته کول شروع کــړل او رو رو يــو فــوجي قــوت جــوړ شــو چې وروســتو بيــا دغــه
سيکانو د خپل حکومت پښې د پښتنو تر خاورې هم اوغزولې او نوښار ،پېښور ،د اباسين په نيم خــتيځ
۔ ()38
اړخ ،د هزارې سيمه ،ډېره غازي خان ،ډېره اسماعيل خان ،او تر کنړه خپل حکومت قائم کړو
رنجيت سنګ ( 1780ء ـ۔ 1839ء) چې د سيک حکومت بنياد اېخودونکے ؤ چې کلــه د پښــتنو
سيمو ته د خپل حکومت پښې اوغزولے ،نو د ظلم جبر او خون ريزۍ يو لوئے داستان ئې د ځان ســره
173
راوړو۔ هم په دغه دور کښې د پښتنو په خاوره سيد احمد شهيد بريلوي ( 1786ء ـ۔ 1881ء) چې کله د
عملي جهاد تابيا اوکړه په دغه وخت کښې په هند د انګريزانو قبضه وه او د ســتلج ســيند پــورې د دوئي
حکومت وؤ۔ او پنجاب د سيکانو په ولقه کښې وؤ۔ او اقتدار ئې د اباسين نــه پــه قبلــه هم خــور شــوے ؤ۔
سيد احمد شهيد بريلوي د خپلو پنځو سوو مريدانو سره پـه کـال 1836ء کښـې د سـندھ او بلوچسـتان پـه
۔ ()39
الره قندهار ،غزني ،کابل نه پس پېښور ته راغے او خپل جهاد ئې د اولس په مرسته شروع کړو
د سيکانو ظلم زور او فوجي تاختونو د پښتنو پدې سيمو اوربل کړے وو۔ د دغـه نخښـې نښـانې
که د تاريخ په پاڼو کښې محفوظې دي خــو زمــونږ شــعري ادب هم د دې دور د حــاال تــو او واقعــاتو نــه
سترګې ندې پټے کړي۔ که هر څو د غزل يو شاندار دور نشي ګڼلے خو په اولسي اصنافو کښــې او بيــا
په خصوصي توګه چاربېته کښې د سيکانو د دور او بيا د سيد احمـد شـهيد بريلـوي د تحريـک جهـاد د
دور ذکر په خصوصي طور سره د ذکر وړ دے۔ ډاکټر راج ولي شـاه خټـک د دې دور د شـاعرۍ فـني
صورت ګري داسې بيانوي:
" د چار بيتې نوې فني صورت د سيکانو د دور نه راپه ديخوا ډېــر مقبــول شــو۔ پــه
دغه عمر کښې چې کوم ادبي تحريک د چاربېتې د صنف پــه شــکل کښــې شــروع
شوے دے۔ په هغې دوۀ ژور اثرو نه دي۔ يو د قــامي تحريکــاتو او غزاګــانو دے او
بل د عوامي شــاعرانو تــر مينځــه د بيت بــازۍ اثــر دے۔ چې شــاعرانو بــه د يــو بــل
()40
جواب په چاربېته کښې کولو"۔
د سيکانو دور حکومت او د سيد احمد شهيد تحريک جهاد چې په پښتو شعر باندې کوم عمراني
اثرات مرتب کړي دي هغه د نورو شعري اصنافو سره سـره پـه چاربېتـه کښـې څرګنـد ښـکاري۔ خـو
زمونږ د موضوع سره پدې ځائې مناسبت نه لري۔ دا کوم ذکــر ئې چې مــونږ اوکــړو دا صــرف پــدې د
شلمې صدۍ د شعر او بيا په خصوصي توګه د غزل د عمراني اړخ پس منظر کښــې چې کــوم تــاريخي
او سياسي حاالت او واقعات وجود لــري هغــه پــه مخــه راشــي او د عمــراني ســفر او شــعور چې کومــه
ارتقاء پدې دور کښې شوې ده هغه په نظر کښې اوساتلے شــي۔ د ســيکانو دا دور حکــومت پــه 1849ء
کښې د دوئي د رياست د سقوط سره ختم شو او د سيد احمد شهيد د جهـاد تحريـک هم د هغـو د شـهادت
()41
سره سوړ شو۔ خو د سيکانو د حکومت نه پس د پښتنو عالقه د انګريزانو په ولقه کښې راغله ۔
پښتون اولس دلته بيا د يو بل انقالب مخے ته راغلو۔ د 1849ء نه تر 1947ء پورې د پښتنو په
عالقه د انګريزانو سل کليزه دور اقتدار کښې پښتون قام د خپلې خاورې د آزادۍ پــه جنــګ بيــا مجبــور
شــول۔ ځکــه چې انګريزانــو د پښــتنو د وطن ،درې ،الرې او ســيندونه قبضــه کــول غوښــتل ۔ خــان
عبدالغفار خان ليکي:
" د ســيکانو نــه پس د فرنګيــانو دور راغے۔ فــرنګے پخپلــه خــود ســمندر پــه الره
راغلے وۀ ولې دا ورته معلومه وه چې د هندوستان د تاريخ ټــولې حملې د قطب نــه
شــوې دي او د خپــل برطــانوي هندوســتان د ســلطنت د ســاتلو د پــاره هغــه د پښــتنو
174
خاورې ته راپورې وتلو چې په هغـه درو ،الرو او سـيندونه قبضـه اوکـړي چې پـه
()42
کومو د بهر نه حملې شوې دي"۔
انګريزانو پدې خاوره خپلې پښې په مختلفو طريقو او الرو مضبوطې کړي ۔ پښتنو کښې د تعليم
او شعور کمې ؤو۔ د غلطو رسمونو ،رواجونو ،او د يو بل سره د جنګ جګړو او مرګ ژوبلو په قيصو
کښې ډوب وو۔ او انګريز په خپلې مکــارۍ او چــاالکۍ د علم او شــعور د الرې نــه نــور هم لــرې ســاتل
غوښتل ،باچا خان پدې وخت چې انګريزان پدې ملــک قــابض شــوي۔ د هندوســتان پــه سياســي هلوځلــو
کښې د علماؤ او نورو سياسي خلقو سره ناسته والړه کښې د وخت په نبض پوه شو چې د قــوم د غـاړې
نه د غالمۍ طوق لر کول غواړي خو دا څۀ ډېر آسان کار نه وو۔ دې د پاره قـوم پوهـول غـواړي ،قـوم
ته تعليم ورکول غواړي او شعور پکښې پيدا کـول غـواړي ،او دا هـر څـۀ کـول د سـړې سـينې يعـني د
صبر او زغم کار دے۔ د باچا خان دا سوچ او فکر څنګه رابيدار شو ،پدې حقله وائي:
د دې عظيم مقصد د حصول د پاره او پښــتنو د غلطــو رســمونو ،رواجونــو نــه بچ کولــو ،او پــه
هغوي کښې معاشـرتي او سـماجي شـعور پيـدا کولـو د پـاره باچـا خـان د خپلـو ملګـرو سـره " اصــالح
االفاغنه" په نوم انجمن جوړ کړو ،په اتمانزو کښـې ئې ازاد سـکول جـوړ کـړو۔ ازاد سـکول او انجمن
"اصالح االفاغنه" په 1921ء کښې جوړ کړلے شو۔ ()44انجمن "اصالح االفاغنه" او ازاد ســکولونو پــه
سماجي بيدارۍ کښې لــوئے رول ادا کــړو۔ وروســتو "انجمن اصــالح االفاغنــه" د "خــدائي خــدمتګار "
()45
تحريک په صورت په کال 1929ء کښې په مخه راغے۔
خدائي خدمتګار تحريک هم يـو ډېـر ښـۀ تعليمي ،مـذهبي ،معاشـي او سياسـي رول اولوبولـو۔ ا
نجمن "اصالح االفاغنه" آزاد سکولونو ،او بيا "خدائي خدمتګار" تحريک د نور سماجي او سياسي هلو
ځلو سره سره مشـاعرو او ډرامـو پـه ذريعـه پـه اولس کښـې شـعور بيـدارولو د پـاره يـو تـاريخي رول
لوبولے دے۔ په پښتنو شاعرانو کښې عمــراني شــعور پــه منظم ډول هم د دې تحريــک اثــر معلومــيږي۔
شاعرانو په خيلو نظمونو کښې او پــه خپلــو اشــعارو کښــې د خپــل اولس او د خپلې معاشــرې او د خپلې
خاورې خبرې کولو ته زيات پام اوکړو۔ د انجمن "اصالح االفاغنه" د معاشــرتي او ســماجي کــردار پــه
حقله عبدهللا جان عابد ليکي:
خصوصی انعامات سے بھی نوازا جاتاتھا۔ یہی وہ پلیٹ فارم تھا ،جو ان
حریت پسند شعراء کو میسر آیا تھا اور یہیں سـے وہ اپـنی شـاعری کے
()46
ذریعے پشتونوں کو آزادی کا درس دیتے رہے"۔
ترجمه:ددې آزادو سکولونو جلسې کال په کال باقاعدګۍ سره کولے شوې ـ
د پښــتو طــرحي مشــاعرې بــه ددې جلســو ال زمي جــزؤ،او پــه بعضــې موقعــو بــه
شاعرانو ته د حوصله افزائې د پاره نقد انعامونه هم ورکؤلے شــو ـ هم دغــه هاغــه
پلېټ فارم ؤ چې دې حــريت خوښــونکو شــاعرانو تــه ميســر ؤ ،او هم دلتــه نــه بــه
دوئې د خپلې شاعرۍ په ذريعه پښتنو ته د آزادۍ درس ورکولو ـ
د انجمن اصالح افاغنه نه پس چې کوم تحريک پښــتو شــعر کښــې د ســماجي او معاشــرتي او
سياسي بيدارۍ جذبه بيداره کړه هغه ترقې پسند تحريک دے ۔ تـرقي پسـند تحريـک 1935ء کښـې قــائم
کړے شو۔ چې مطلب او مقصــد ئې دا وو چې سائســني تــرقې او صــنعتي انقالب ســره چې پــه معاشــرۀ
کښې کوم بدلون راغلے دے ،هغې سره په معاشره کښې يو نــوے انقالب راروان دے ،زاړۀ خيــاالت،
بدليږې ،زاړه تصوراتو په ځائې نوي تصورات ځائې نيسي ،دغه بدلون سره معاشره په وړاندې بوتلــل
غواړي ،ځکه چې د ړوند تقليد دور ختم شو۔ د ادب په ذريعه به د ژوند د حقـائقو سـره مقابلـه کـول وي
()47
او ادب به اوس د ژوند د دغه نوؤ تقاضو ترجماني کوي ۔
د نړۍ لوئے لوئے شاعران او اديبان د ترقي پسند فکر سره ملګري شول ،په هندوســتان کښــې
هم د "انجمن ترقي پسند مصنفين " بنياد کېښودې شو ،د پاکستان جوړيــدو نــه پس ئې د نــور ملــک پــه
شان پښتونخوا کښې هم څانګه پرانستې شوه ،سليم راز د پس منظر بيانولو نــه پس د پښــتو ليکونکــو پــه
حواله د دې تحريک په حقله ليکي:
" د اردو ليکونکو سره سره پښتو ليکونکو هم پکښـې اهم کـردار ادا کـړو او داسـې
نۀ يواځې دا تحريک ئې پـه مخـه بوتلـو بلکې پښـتو ادب تـه ئې هم د نـوي عصـر د
تقاضو مطابق نوي خياالت ،تصورات او نظريات ورکــړل چې پښــتو ژبــه ،ادب او
ثقافت ئې يو شان متاثره او منول کړل۔ پښتني ژوند او معاشره ئې نويو تــرقي پســند
رجحاناتو سره اشنا او پښتون قوم ئې تازه و توانا ســماجي و سياســي نظريــاتو ســره
بلد کړو او د يو تحريک په شکل کښې ئې د ادب او ژوند رشــته نــوره هم نــزدې او
()48
مضبوطه کړۀ"۔
ترقي پسند تحريک د پښتو شعر و ادب د نـوي دور د تقاضــو سـره هم سـرکولو کښـې خپـل يـو
کردار لري او شاعري ئې د محبوب د زلفو ،شونډو او رخسار د مضمون نه په تحريکي انــداز کښــې د
ژوند ،سماج او معاشــرې د ترخــو او خــوږو حقيقتونــو ســره هم پــه منظم ډول اشــنا کــړه۔ د تــرقي پســند
تحريک سره سره نورې ادبي جرګې او تنظيمونه هم جوړ شوي وو او په څۀ نــه څــۀ رنــګ کښــې ئې د
شعر و ادب د ودې او ترقۍ د پاره خپلې هلې ځلې کولے۔ خو چې کومې ادبي جرګې په علمي بنيــادونو
د پښتو ژبې او ادب بنيادونــه پاخــۀ او مضــبوط کــړل ،هغــه اولســي ادب جرګــه (1952ء ـ۔1957ء) ده۔
176
اولسي ادبي جرګې تنقيد ته يو نوے رنګ او انداز ورکړو او په سائنسي بنيــادونو ئې تنقيــدي شــعور تــه
()49
وده ورکړه۔
"انجمن اصالح االفاغنه" " خدائي خــدمتګار تحريــک" " تــرقي پســند تحريــک" "اولســي ادبي
جرګه" او نورو ادبي تنظيمونو ،د شلمې صدۍ پــه شــاعرۍ کښــې د عمــراني شــعور چې مــونږ ورتــه،
سماجي يا معاشرتي شعور نوم هم ورکولے شو ،يو داسې کردار ادا کړو چې پښتو شاعري ئې د ژونــد
د حقيقتونو سره يو قسم په منظم ډول اشنا کړه ،اګــر چې څنګــه ذکــر شــوې دے چې عمــراني حقـائق د
اول نه هم موجود وو خو په کومه انداز ،فکر ،تصور او شعور سره چې دغه تحريکونو او تنظيمونـو د
دې اوبۀ خور اوکړو هغه د ذکر وړ ځکه دے چې د شلمې صدۍ په پښتو شاعرۍ باندې ئې يــو ښــکاره
عکس او نقش موجود دے۔
اګر چې دغه دور کښې انجمن اصالح اال فاغنه ،خدائي خدمتګار تحريک ،ترقي پسند تحريــک
زياته توجه نظم طرف تـه وه ،ځکـه چې عمـراني حقـائق يـا موضــوعاتو د پـاره د نظم چوکـاټ زيـات
مناسب وي ،خو دلته دا وضاحت هم ضروري دے چې کوم غــزل د دې وخت نــه پس ليکــل شــوې دے
هغه هم د عمراني شعور او ادراک په حواله د دې تحريکونو د فکـر او تصــوراتو عکس لـري۔ د غـزل
شاعرانو هم په خپلو غزلو کښې ډېر په ښکلي او ښائسته انداز کښې خپل د تخيــل پــرواز تــه د عمــراني
شعور په الرو تلل ښودلي دي۔ غزل چې يو نازک مزاج او لطيف شعري صنف دے خو د پښتو د غزل
شاعرانو د غزل دغه نازکي او لطافت هم برقرار ساتلے دے او هم ئې د وخت او زمانې د زړه او ذهن
خبرې کړې دي۔ پښتو کالسيکي غزل کښې عمراني افکارو باندې اجمااًل بحث په تيرو پاڼو کښې شــوې
دے۔ د کالسيکي پښتو غزل او د پښتو د جديد غزل تر مينځه د شلمې صدۍ لوئے غزل ګو شاعر امــير
حمزه خان شينواري ،د پل کردار ادا کوي ،پدې سبب مونږ به د حمزه شينواري د جديــد غــزل نــه ابتــدا
اوکړو او د شلمې صدۍ په غزل کښې د عمراني افکارو دغــه بحث بــه نمائنــده غــزل ګــو شــاعرانو تــه
ځکه مخصوص کوؤ چې په دې صدۍ کښې د پښتو غزل په ډېر لوئے مقــدار کښــې ليکلے شــوے دے
او ډېر ښه ليکلے شوے دے۔ خو دلته مجبوري دا ده چې يوه مقاله د پوره صدۍ د ټولو پښتنو غزل ګــو
شاعرانو د غزل د عمراني افکارو دروند بار نشي اوچتولے۔ خو د دې دا مطلب هرګز نه دے چې کوم
شاعران دلته د بحث نه پاتي شي ،خدائې مه کړۀ د هغو غزل د دې عصر د جديد تقاضو سره برابــر نــه
وو ۔ د مقالې تحديد بهر حال ضروري وي ۔
امير حمزه خان شينواري(1907ء ـ۔ 1994ء) د پښتو د غزل د بابا په نوم ياديږي او دا خــبره د
حمزه بابا د غزل کړۀ وړۀ او خوند رنګ ،فن ،نفس مضمون ،تخيل ،تشبيهات ،استعارات ،اصطالحات،
پښتني اقدار ،روايات او داسې نور خصوصيات په خپل ځائې صــحيح ثــابتوي۔ دا خــبره صــحيح ده چې
غزل د حمزه بابا نــه اول بلــوغت تــه رســيدلے ؤ ،خــوم تــاؤ کــړې ځــوانۍ تــه د حمــزه بابــا غــزل ســره
اورسېدو۔ غزل کښې پښتنې رنګ د خوشحال بابا د دور نه راروان شوې ؤ خــو چې د حمــزه بابــا دور
ته کله پښتو غزل اورسېدو ،نو ايراني لباس ئې په مکمل ډور کوز کړو او د پښتون غزل شملۀ ئې په
سر شوه۔ حمزه بابا که هر څو هم صوفي شاعر دے خو د حمزه بابا د تصــوف جامــه او رنــګ پښــتو ن
دے۔ او دا رنګ په حمزه بابا دومره پوخ دے چې بل رنګ حمزه بابا ته قبــول هم نــدے۔ او کــه د حجــاز
177
سفر وي خو هم د پښتون د قافلو سره کول غواړي ۔ ډاکټر يار محمــد مغمــوم چې د پښــتو د جديــد غــزل
کوم خصوصيات بيان کړې د هغې په لحاظ د حمزه بابا نوم سرفهرست ګڼي:
" د فرنګيانو د اقتدار په آخري ورځو کښې د پښتو د غزل نــاوې د نويــو کــالو ســره
زمونږ د شاعرۍ په درشل راننوته ۔ د پښتو د غزل دغي ناوې د ځان سره ډېر نوې
تشبيهات او عالمتونه راوړل ۔ دا غزل په ايراني لباس کښـې پټ پخـوانے غـزل نـۀ
وو ،دا غزل د پښتو په خاوره کښې زرغون شوې د پښتو خپـل غـزل وو۔ دې غـزل
کښې د پښتو د سوونو کلونو قومي پس منظر پروت وو۔ دې غــزل کښــې د پښــتنو د
زړونو سکون پټ وو ،دا غزل د رومان پــه کــالو پټ د ملي وحــدت ترجمــان غــزل
وو۔ دا غزل د خير او شر تر مينځه د معرکې او په نتيجه کښې د خير د فتحې غــزل
وو۔ دې غزل کښې د قوم د بيدارۍ درس وو ،دا غزل د پښتو جديد غزل وو چې په
()50
بانيانو کښې ئې د امير حمزه شينواري نوم سرفهرست دے"۔
ډاکټر يار محمد ،مغموم وائي چې دې غزل ځان سره نوي تشبيهات او عالمات راوړل ،او دا
غزل په خپله پښتنه خاوره زرغون شو ،او د پښتنو د قومي رواياتو د پس منظــر رااوټوکېــدو چې ملي
وحدت او قومي بيداري د دې غزل اوصاف وو۔ دغــه خصوصــيات دي چې د دې دور پــه تــاريخي پس
منظر کښې که اوکتے شي نو د هغه انقالباتو او بدلونونو فکري نتيجه ده چې پـدې وخت کښـې ورسـره
نړۍ مخه وه او د پښتنو په خاوره ئې هم په مختلفو رنګونو او نومونو سره راداخــل شــوي وو۔ د حمــزه
بابا په غزل کښې د تصوف او نورو کالسيکي رنګونــو ســره ســره د پښــتون د کلتــور ،تهــذيب او تمــدن
رنګ هم ډېر په وضاحت او صراحت سره په مخه راغے۔ کلتور ،تهذيب او تمدن د يوې معاشرې د يــو
قوم او د يوې سيمې د اولس د عمراني فکر نمائندګي کوي که مونږ د حمزه بابا په غزل کښــې د پښــتو،
پښتونولۍ سره تړلي ،اقدار ،روايات راجمع کړو نو د پښتونولۍ کومه چې د ضابطه حيات (Code of
)lifeنــوم دے او د پښــتنې معاشــرې غــېر تحريــري آئين او دســتو ر دے ،پــوره نقشــه او خاکــه تــرې
سازيږي ۔ پښتو ،غېرت ،حيا ،ننګ ،وفا ،جرګه ،ننواتې ،مړانه ،په داسې انداز او طريقې سره په خپــل
غزل کښې په ځائې کړي دي چې دا بس د حمزه بابا يو امتياز ګڼلے شوو ۔ دغه پښتني اقدار د حمزه بابا
نه اول او د هغو نه پس دومره په متنوع انداز سره ډېــر کم دي۔ اګــر چې نــورو غــزل ګــو شــاعرانو هم
دغه پښتني صــفات او اقــدار د خپـل کلتـور او تهـذيب پـه ډول بيـان کـړې دي خـو پـدې کښـې چې کـوم
خصوصيت او امتياز حمزه بابا ته حاصل دے هغه نورو څخه د دوئې په نسبت کم دے۔ د دې دا مطلب
هرګز نه دے چې حمزه بابا څخه نور موضوعات نشته او د هغه شاعري بس دغه پښتني اقدارو بانــدې
رنګ ده۔ د حمزه بابا د غزل د لمنې د فراختيا په حقله ډاکټر اقبال نسيم خټک ليکي:
" حمزه صيب د غزل لمن دومره فراخــه کــړے ده چې اوس څــوک هم پــه غــزل دا
الزام نشي لګولے چې د غزل قافيه تنګه ده يا دا چې غزل فقط ګل او بلبل ،شــمعې
و پروانې ،د هجر و وصال ،د حسن د ستائينې يا د ذهني عياشۍ پورې محدود دے
او خصوًص ا په پښتنو شاعرانو کښې حمزه صېب يو داسې شاعر دے چې د غــزل
ئې پــورې حــق ادا کــړے دے ۔ نــه صــرف دا بلکې مــونږ ډېــر فخــر ســره د حمــزه
178
صېب غزل د نورو ژبو د اوچتـو غـزل ګـو شـاعرانو د غزليـاتو پـه مقابلـه کښـې
کېښودے شو۔ حمزه د غزل په جامه کښې د حسن و عشق تــرانې هم وئيلے دي او
سخت قسم فلسفيانه مضامين ئې هم په غزل کښې بيان کــړي دي او پــه داســې انــداز
کښې بيان کړي دي چې د دې نه په نثر کښې هم په ښه طريقــه نــه شــو بيانېــدے۔ د
تصوف پيچيده موضوعات او د وحدت الوجود دقيقې مسئلې د غزل پـه جامـه کښـې
بيانول ډېــر د کــړون او زړۀ چــاؤدون کــار دے۔ خــو دغـه قســم ســخت مضــامين هم
حمزه صېب ډېر په مهارت او استاذۍ سره بيان کړي دي"۔ ()51
د دې اقتباس دلته د ورکولو مطلب دا ؤ چې زمونږ موضوع د حمزه بابا په غزل کښې عمراني
نقطه نظر سره افکار ،خياالت او تصورات بانــدې بحث کــول دي ۔ خــو د هغې دا مطلب هرګــز نــدے
چې حمزه بابا په خپل غزل يا شاعرۍ کښې نور موضــوعات نــدي بيــان کــړي ۔ نــور ډېــر موضــوعات
حمزه بابا څخه موجود دي خو دلته زمونږ مطلب او کــار د حمــزه بابــا د عمــراني اړخ ســره دے۔ آمــدم
برسر مطلب ۔
پېغور په پښتنه معاشره يو داسې لفظ دے چې هر پښتون ترې د ځــان بچ کولــو او ځــان ســاتلو
پوره پوره کوشش کوي ۔ پېغور که يو طرف ته زمونږ معاشره کښې د معاشرتي اقدارو ،طور طريقو
او معاشرتي رواياتو ()Moresيا د مسلمه اصول ،قاعــدو ()Normsپــه حوالــه يــو تــوازن ()Balance
اېخودو کار کوي ۔ مونږ ډېر داسې کارونه پدې سبب نه کــوو چې دا زمــونږ پــه معاشــره کښــې معيــوب
ګڼلے شي۔ خلق سړي ته بد وائي ،معاشره پدې پېغور راکوي۔ خو پېغــور هغــه وخت د يــو معاشــرتي
تصادم ( )Social Confectصورت هم اختيار کړي چې کله دا د قتل ،مقاتلې ،يا څۀ نورې داسې
سنګينې معاملې په حقله څوک چا ته ورکړي ،نو هلته ترې خبره مړو او ژوبلو ته هم الړه شــي۔ د بــدل
او انتقـام شـخړې چې زمـونږ معاشـره کښـې تـر مـودو راروانې وي ،د هغې پـه شـا هم دغـه عنصـر (
)Elementخپل کار کوي ۔ پښتون چې هر څنګه وي خو خپل ورور او عزيز ته سترګې نشي ټيټولے،
دې نه مرګ غوره ګڼي۔ حمزه بابا خپل پښتون محبوب ته هم دغه خبره کوي:
هم د دغه غزل يو بل شعر کښې د محبوب سترګو ته د چنګېزو ســترګو ســره تشــبيه ورکــوي۔
چنګېز د تاريخ په حواله د ظلم جبر ،خــون ريــزۍ او بربــادۍ اســتعاره ده۔ چنګــېز خــان ملکونــه تــاال
ترغه کړي وو۔ حمزه بابا وائي:
پرده د پښتون کلتور خاصه ده۔ پښــتنې بې حجابــه چرتــه هم نــه ځي۔ دا کلتــور خــو تــر دې حــده
پورې موجود وو چې د پالر ،سخر او نورو کورنو مشرانو نه هم به پېغلو پرده کوله ۔ او په ځنو سيمو
کښې خو اوس هم ال دغسې انداز کښې موجود دے خو بالعموم پرده زمونږ په معاشرتي روايــاتو کښــې
تر ننه راروانه ده۔ حجاب د اسالم حکم دے او پښتانه پرې عمل ښۀ جوخت کــوي بلکې ال زيــات کــوي۔
حمزه بابا د دغه اسالمي او پښتني دستور په داسې انداز کښې چې په نقاب کښې دننه د حجاب خــبره ده
يعني په پرده کښې پرده ،دا انداز د ليدو سره تعلق لري:
خوشحال بابا وائي ،ميړني په سندرو او په ويــر يــاديږي ۔ چې مــيړني نــه وي نــه پــرې څــوک
سندرې وائي او نه پرې څوک ژاړي ۔ ميړنتوب د پښتونولۍ لوئے خاصيت دے۔ حمزه بابا پښــتون دے
بلکه عملي پښتون دے ځکه خو په الره هم دپښتون سـره ځي ۔ چې پښـتون وي خامخـا بـه مـېړنې وي
ګڼي پښتون نه دے۔
حمزه بابا پښتو د دنيا او آخر کاميابي ګڼي ،پښتو سره جنت ته ځي که هــر څــو هم اغيــار ورتــه
دوزخي ژبه وائي خو حمزه بابا ئې اسالم ګڼي ۔ پښتو د اسالم دويم نوم بولي ،که جنت ته پښتو سره ځي
نو دلته په دې دنيا کښې هم د حجاز په لـورچې مقـدس سـفر کـوي ،د هللا کـور تـه ځي ،د هللا د محبـوب
کور ته ځي نو ملګرتيا او سفر د پښتون سره کوي:
د پښتون او پښتونولۍ قدرونه د پښتنې معاشرې د پاره په هر جوړ او هــر رنــګ د قــائم او ســالم
ساتلو د پاره ضروري دي ۔ يوه داسې معاشره چرته قبائليت موجود دے او که حکــومت وي هم خــو پــه
هر ځائې او هر اړخ باندې د حکومت آئين او دستور پـه هغـه رنـګ او انـداز سـره نـه وي قـائم۔ د هغې
معاشرې د تړون او منظم کولو د پاره د هغې خپل هغه آئين او دستور چې د مودو راســې راروان دے،
ډېر ضروري دے۔ دغه آئين ،قانون او دستور تـه د پښـتنو پـه معاشـره کښـې پښـتونولي وئيلے شـي او
180
حمزه بابا د دغه آئين او دستور ذکر په خپل غزل کښې په داسې انداز کــوي چې د غــزل تغــزل هم قــائم
دے او دې قدرونو ته پکښې فلسفيانه رنــګ هم ورکــړے دے۔ حــنيف خليــل د حمــزه بابــا د دغــه پښــتني
اصطالحاتو په حقله ليکي:
" دهغه په شاعرۍ کښـې پښـتو يـا پښـتونولي د يـو آئين حيـثيت لـري ،د ژونـد د يـو
باقاعده نظريې او تصور شکل ئې ورکړے دے۔ او د يو باقاعده ملي نظــام د زاويې
نۀ ورته کتلي دي ۔ هغه د پښتني اقدارو مختلف عناصر ،ننګ ،غېرت ،توره ،لــوظ
پوره کول ،مېلمستيا ،حجره ،تــوره ،ننــواتې وغــېره پــه پيش کولــو کښــې ډېــره د
پخته کارۍ مظــاهره کــړې ده۔ دغـه وجــه ده چې هغــه د پښــتني اقــدارو پېش کولــو
کښې خوشحال بابا نه يو جدا انداز ساتلے دے۔ د خوشــحال بابــا پښــتونولي د جالل،
تورې او مـړانې تحريـک ورکـوي او د حمـزه بابـا پښـتونولي د پښـتون ثقـافت لکـه
()57
حجره ،مېلمستيا ،ننواتې ،بدرګه وغيره ذکر کولو اضافه هم لري"۔
ګويا د خوشحال بابا سـره پـدې حوالـه جال لي رنـګ زيـات دے او حمـزه بابـا جالل سـره سـره
جمالي رنګ کښې هم د دې ذکر کوي ۔ لکـه سـترګې هـر شـاعر سـتائي ،سـترګې د محبـوب د ښـکال او
ښائست په ډول هر شاعر يادې کــړې دي ،څــوک ورتــه هوســۍ ســترګې وائي ،څــوک وائي ښــه ده چې
وړې دي کــه غــټې وے خــوړلے بــه ئے ووم ،خــو حمــزه بابــا د محبــوب دغــه ســترګې هم دپښــتو او
پښتونولۍ ،مېړنتوب ،په انداز کښې ستائي۔ لکه حمزه بابا غټي سترګې نه بلکــه درنې ســترګې ســتائي
ځکه چې دروند پښتون دے:
د سترګو سره باڼۀ څوک د غشو سره يادوي څوک په نورو تېرو پسو نومونو سره ذکر کوي ۔
خو حمزه بابا دلته هم د پښتون د خوئې ،خصلت او روايت په تناظر کښې ستائي۔ پدې جــوړ د محبــوب
هغه برند کاتۀ که د غصې او نفرت په جوړ هم شي خو حمزه بابا ته دغه انــداز ځکــه خــوښ دے چې د
پښتو خصلت دے۔
او دلته خو ورته باقاعده د برند اوسېدو يادونه کوي ،چې ګورې سترګې ښــکته نشــي۔ ولے چې ښــکته
کېدل د پښتو او پښتون خوئي او عادت نه دے۔
181
اوس که چرته سترګې ښکته هم شي چرته ،خو د حمزه بابا پښــتون فطــرت بيــا هم ورلــه حســن
جواز پېدا کړي۔ ولے چې هغه اصل کښې پښتون ښکته کېدل نه غواړي دا سترګې خو بهانه ده اصل
مقصد نور دے او هغه پښتون دے۔
سترګو سره وروځې وي ،باڼه وي خو د سترګو سره د يو بل صفت هم تعلق شته او هغه د ژړا
صفت دے۔ چې سترګې وي نو خندنۍ هم وي خو ژړا ورسره هم شته ،اوښکې تــرې هم کلــه رااوځي۔
اوښکې خو نورې دنيا ته بس يواځې اوښکې وي خو حمزه بابا د مالګينې اوبۀ اوښکې نه ګڼي پکښــې د
هغه اوښکه هم پښتنۀ ده ۔ او چې اوښکه پښتنۀ ده بيا به هغه هم پښتني خويونه کــوي ۔ اوښــکه بهېــدل د
غم او درد ،او د کم همـتۍ او کمزورتيـا عالمت دے خـو حمـزه بابـا پښـتون کم همتـه ،کمـزورې او بې
همته کېدل نه غواړي۔ ځکه خو چې کله هم د اوښکو ذکر کوي نو د پښتنو اوښکو نوم سره ياده وي او
دومره قيمتي ئې ګڼي دا اوښکه چې د عالم په خزانو کښې قيمت نشته ۔
د اشنا تغافل سره هر عاشق له ژاړه راځي او چې ژاړه راشــي اوښــکې بــه خامخــا بهــيږي خــو
چې کومه اوښکه په داسې صورت کښې ستنه الړه شي او د سترګو نه او نۀ بهــېږي ۔ حمــزه بابــا تــه د
هم اوښکه پښتنۀ ښکاري ۔
حمزه بابـا چې دا څـۀ بيـانوي دا د پښـتون فطـرت دے۔ دا د پښـتون نفسـيات دي ،د ده پښـتون د
حسن او جمال معيار دے۔ پدې تورو غرونو ،شنو کاڼو سختو موسمونو ،ګران جغرافيائي حاال تــو ،څــۀ
خپلو دشمنو تربګنو ،څۀ د حاال تو او د تاريخ د جبر معاملو ،څۀ د عزيز ولۍ ،تربورولۍ او پښتونولۍ
182
سختو خبرو او حاال تو او د ګرانو معاشي ،اقتصادي ،حاال تــو ،پښــتون پــدې مجبــور کــړې دے چې ،
نرم والے ،نازکي ،لطافت په ځائې خپلو سختو او سنګينو حاال تو په تنــاظر کښــې ســادګي ،کلــک والے
خوښ کړي وے چې عمراني حاالت ئې هم د دې متقاضي دي۔ ډاکټر راج ولي شاه خټک د حمزه بابا د
کلياتو په مقدمه کښې ليکي:
" د پښتانه دا نفسيات له شروع راسې دي ،چې ساده ښـکلے ګـڼي ،نـرۍ مال ،مـړې
سترګې ،نازکې لېچې ،کچه رنګونه دپښتون زړۀ نه راکاږي ،کلک وجود ،برنــدې
سترګې ،زورورې مټې ،د باز په شان نظر ،د زمــري غونــدې پنجې ،نېــغ کاتــه او
پاخــه رنګونــه کلکــوالے خوښــوي ،دا د پښــتون د ښائســت د معيــار يــو اړخ دے۔ دا
فطرت او د فطرت د سادګۍ سوچۀ ښائست دے۔ د جمال په دې فلسـفه کښـې د دليـل
()65
نورې هم ډېرې خبرې شته"۔
د داسې معاشرتي حاال تو په تناظر کښې د ژوند د تېرولو د پاره پښتني هوډ پکار دے۔ جرګــه
مرکه ،غېرت ،پښتو ،حيا ،پت او ننګ پکار دے۔ ځکه خو حمزه بابا کله د جرګې خبره کــوي ،کلــه د
ننواتې خبره کوي ،کله د تيږي ذکر اوکړي ولے چې پښتون دے ،مينه ئې پښتنه ده ،نــو د پښــتنې ميــنې
محبت او عشق اوصاف او خصوصيات هم پښــتانۀ غــواړي ۔ دا بحث د حمــزه بابــا پــه يــو داســې غــزل
رالنډؤو چې کوم هغه د محبوب د حسن او جمال په ذريعه د پښتون د اتفاق آرزو ،مېلمه دوستي ،د غر
په شان محکمتيا ،په خوئې خصلت کښې يو شان والے ،په لوظ او ژبــه کلــک اودرېــدل ،شــمله ،خــواږه
تراخۀ خويونه ،ياده وي۔ دا ټول صفات او خصوصيات خپل يو عمراني ارزښت لري:
پدې پورته شعرونو کښې حمزه بابا د پښتون د پاره چې خپل کوم تصور او ارمان په خپــل زړۀ
کښې لري د هغې اظهار د حسن او عشق ،مينې او محبت په انــداز کښــې کــړے دے۔ يــادوي د محبــوب
لېمۀ ،زلفې او باڼۀ خو چې د دې ټولو اتفاق اوويني د خپل ځان د پــاره ،نــو ورتــه د پښــتونو بې اتفــاقي
ياده شي۔ دمحبوب زلفې کمڅۍ کمڅۍ ورته ښکال ښکاري ،خورې ورې او بې ترتيبه زلفې ئې خوښــې
نه دي۔ دغه زلفې پښتنې زلفې دي او پښتون چې يو ځائې وي ،راغونــډوي هلــه بــه د ښــکال او ښائســت
خاوند کېږي ۔ اوس چې د حمزه بابا د محبوب زلفو او بڼو ته خيال شي چې دا خو يو شان خــوئ لــري
نو دلته ورته د لويو او وړو پښتنو خويونه په مخه شي ،چې هغه هم ټــول فطرًت ا يــو شــان دي۔ "تــه" او
"زه" په ځائې د پښتون يـو کېـدل غـواړي ولے چې "زه" او "تـۀ" د بې اتفـاقۍ سـبب دے۔ د پښـتون د
وعدې او لوظ کلکوالے ورته ياد دے ،چې پــه وعـده او لــوظ کښــې خپــل ســر قربــانولو تــه تيــار دے۔ د
پښتون شمله د پښتون شان او عزت دے ځکه خو اغيـار تـه وائي چې ال يـو څـو شـملو واال خلـق مـونږ
کښې پاتې دي ټول النــه دي مــړۀ۔ او چې د محبــوب حســن ئې پــه نظــر شــي نــو د نــورې دنيــا تــرقي او
پرمختــګ ئې ذهن تــه راشــي او د پښــتون د تــرقۍ او پرمختــګ رومــاني آرزو ئې رابېــداره شــي او د
محبوب د سترګو دوه خويونه ورته د پښتون تراخۀ او خواږۀ خويونه ور په ياد کړي۔
پدې شــعرونو کښــې کــوم آرزو ،ارمــان او تمنــا د حمــزه بابــا پــه زړۀ او ذهن کښــې د پښــتون د
اتفاق ،ترقۍ ،بېدارۍ د پاره مونږ ته ښکاري هغه د حسن او ښکال سره سره مــونږ د عمــراني شــعور
په زمره کښې اچولے شو ځکه چې بې اتفاقي ،کرور ،خوارۀ وارۀ پاتې ،پښتانه د حمزه بابا د معاشرې
وګړي دي۔ او حقيقت دا دے چې حمزه بابا که انداز د مينې محبت استعمالوي خــو مقصــد او مــراد ئې د
خپل اولس د خپل سماج او معاشرې ترقي ده ۔ شلمه صدۍ د بدلون صدۍ ده۔ د ژوند په هر ميدان کښې
ئې انقالبي بدلونونه پدې صدۍ کښې په مخه راغلـل ۔ پـه نـورو مېـدانونو کښـې مـونږ د دې نـه انکـار
بيخي نشو کولو چې پښتون اولس بالکل پرمختګ نه دے کړے څۀ لـږ ډېـر پـه مخـه د تـګ زغـل کښـې
شامل شوې دے ،کوم چې د وخت د رفتار سره سمون نـه خـوري خـو د شـعر او ادب پـه ميـدان کښـې
دغه د ترويج او ارتقا دور کښې د سرخيلۍ شــمله د حمــزه بابــا پــه ســر ده۔ داور خــان داؤد پــه خپــل يــو
مضمون کښې پدې حواله وائي:
184
" شلمه پــيړۍ د پښــتو شــعر و ادب د تــرويج او ارتقــاء دور دے۔ دې دور کښــې بې
شمېره شاعران ،اديبان ،مؤرخين ،محققين ،نقادان ،مؤلفين ،عالمــان او داســې نــور
وځيږول۔ دغسې دې دور نه د پښتو ژبې او ادب د ترقۍ او پېش رفت ابتــدا وشــوه۔
خو حمزه د دې واړو سرخېل وو۔ د دۀ شاعرۍ د پښتو د جديد ادب په تاريخ کښــې
()67
د يو نوي باب اضافه اوکړه چې د جديد دور ابتداء ترې شوې ده"۔
او په دې مقاله کښې د عمراني شعور او ادراک پــه حوالــه ابتــدا هم ځکــه د حمــزه بابــا د غــزل
شوې ده چې حمزه د پښتو غــزل پــه هــر لحــاظ ،هــر فکــر او هــر رنــګ ســره شــتمند کــړے دے او پــه
خصوصي توګه د پښتون ،کلتور او تهذيب په حواله خپل غزل کښـې ښـۀ پـه شـعوري انـداز سـره خپـل
زيار کړے دے۔ د خپل پښتون محبوب ،سترګې ئې پښتنې کړې ،وروځې ،باڼۀ ،او زلفې پښــتنې کــړې،
د محبوب د کتو انداز ئې پښتون کړو ،او تر دې چې په خپلې اوښکې ئې هم پښتني کړې۔
طاهر کالچوي په يو صوفي کورنۍکښـې پيـدا شـوې او تـربيت ئې مونـدلے دے۔ د تصــوف او
علم او عرفان برخه طاهر کالچوي تـه ګويـا پـه مـيراث کښـې پـاتې شـوې ده۔ هم دغـه وجـه ده چې پـه
شاعرۍ کښې د تصوفي اشعارو ښه ډېره برخه موجــوده ده۔ خپــل واکي او آزادي ،انســاني خــودي هم د
()68
تصوف په روح کښې شامله وي ۔
عمراني شعور او فکر د پښتو د کالسيکي شاعرۍ نه راروان دے کـه د روښـانيانو شـاعري ده
او که د خوشحال بابــا او رحمــان بابــا شــاعري ده خــو د عمــراني فکــر وړانګې پکښــې وجــود لــري ۔ د
جهالت ،تنګ نظرۍ ،شاه پرستۍ ،قدامت خالف آواز په کالسيکي روايت کښې هم وجو دلــري او دغــه
()69
د عمراني او سماجي شعور صفات بللے شي۔
د طاهر کالچوي په غزل کښې هم ملي او اجتماعي رنګ د کالسيکي روايت ســره ســم موجــود
دے او د ژوند د هر اړخ او فلسفې عکاسي د طاهر کالچوي په غزل کښې موجود ده۔ حمــزه شــينواري
ليکي:
" د طاهر په شاعرۍ کښې يوازې غزل مخصوص شے نــه دے ،بلکې هغــه داســې
جامعيت لري چې د هغــه افکــار د ژونــد د هــر اړخ عکاســي کــوي ،هغــه د ژونــد د
فلسفې د ښکاره کولو نه هم پاتې نــه دے راغلے او مسلســل حــرکت ئې ژونــد ګڼلے
()70
دے ،د سکون ژوند يې د فنا پېغام ګڼلے دےَ"۔
د طاهر کالچوي په شاعرۍ کښې ،سادګي ،عوامي ذهن ته رسائي ،بلند خيالي ،نادر تشــبيهات،
صوفيانه رنګ ،حسن و عشق ،مينه او ښکال ،معاشرتي نشيب و فــراز او طبقــاتي کشــمکش ،د عوامــو
()71
بدحالي او د اميرانو د مستۍ ټول رنګونه او حالونه موجود دي ۔
185
د عمراني فکر په حواله چې د کوم شاعر په شاعرۍ کښې د پښتو ،پښتونولۍ فکر وجــود لــري
هغه مونږ په عمراني حوالې سره او د سماجي شعور په حوالې سره زير بحث راولــو ،ځکــه چې پښــتو
پښتونولي د معاشرتي ژوند د کړو وړو عملي نوم دے۔ او د پښتنو د معاشرې او سماج ســره تعلــق دے۔
او که پدې حوالې سره د طاهر کالچوي غزل ته اوکتلے شي نو صفا ښکاري چې طاهر کالچوي څخه
دغه عمراني او سماجي فکر وجود لـري ۔ لکـه چې کلـه طـاهر کالچـوي دا ويـني چې وخت ،حـاالت،
زمانه او معاشرې ،کلتورونه او دود دستورونه بدلېږي او د تغير او تبدل دغه هوا چرته زمونږ پښتني
اقدار د مينځه بيخي ختم نه کړې ۔ خو چې خو چې خپلو پښتنو جونو ته خيــال شــي چې اوس هم د هغــو
لباس پښتو ده او خپل کلتور باندې والړې دي نو وائي:
په دې خبره ډېر بحث کيدے شي چې پښتون مونږ چاته وئيلے شو ۔ د پښـتون صـفات څـۀ دي ۔
هغه کوم لوازمات دي چې پښتون د پاره ضروري دي ۔ خو طاهر کالچوي خبره پــه دوه لفظونــو کښــې
خالصوي خودداري او غېرت او چې دغه صفات چا کښې موجود وي هغه د طاهر کالچــوي پــه نــزد
پښتون دے:
د شېخ سعدي وېنا ده چې د عاشق په زړۀ کښې صبر او په غلبيل کښــې اوبــۀ نشــي ټينګېــدې۔
خو طاهر کالچوي دغه خبره لږ بدل صورت کښې کــوي ۔ چې پــه خوبــانو کښــې وفــا نــه وي او پښــتنو
کښې اتفاق نه وي او که اوکتے شي نو خبره رښـتيا ده چې د خوشـحال بابـا نـه واخلـه تـر دې دمـه هـر
شاعر هم دغه ژړا کړې ده او د پښتنو د بې اتفاقۍ نه يې سر تندې ټکولې دے۔ طاهر کالچــوي هم وائي
چې:
معاشرتي بدلون ()Social Changeد هرې معاشرې خاصه ده۔ هره معاشــره بــدلون ســره مخ
کېږي ۔ ولے چې هره يوه معاشره نه په مکمل ډول بې حرکته وي او نه په مکمل ډول بدلېــدونکي يــا
متغيره وي۔ معاشرتي او عمراني پوهان د معاشرتي بدلون وضاحت داسې کوي:
186
" معاشرتی تبدیلی کے معنی ،معاشرتی تبدیلی کا مظہر اتنا ہی قــدیم ہے
جتنا کہ خود تہذیب و تمدن ہے۔ دنیا میں کوئی معاشرہ بھی مکمل طور
پــر بے حــرکت ( ) staticیا مکمــل طــور پــر متغــیرہ نہیں ہے۔ تمــام
معاشروں میں تغیر و تبدل مصـروف کـار رہتـا ہے خـواہ وہ بہت زیادہ
()75
پیچیدہ ( )Complexہوں یا ابتدائی ہوں"۔
ترجمه:
" معاشرتي بدلون معني او د معاشرتي بــدلون مظهــر دومــره زوړ دے څــومره چې
پخپله تهذيب او تمدن دے۔ په دنيا کښې يوه معاشره هم پــه مکمــل ډول بې حرکتــه (
)Staticيا په مکمل ډول بدلېدونکي يعني متغيره نه وي ۔ پـه ټولـو معاشـرو کښـې
تغــير او تبــدل روان وي کــه هغــه (معاشــرې) پېچيــده ( )Complexوي يــا ( هغــه
معاشرې ) ابتدائي وي"۔
ګويا تغير او تبدل د هرې معاشرې سره تړلے دے۔ مونږ دغه معاشــرتي بــدلون تــه پــه شــعر و
ادب کښې مختلف نومونه ورکوؤ ،لکه د وخت تودې سړې ،د ژوند تقاضې ،ګردش ايام او داســې نــور۔
طاهر کالچوي هم په دغه معاشرتي بدلون او تغير باندې نظر لري ۔ اوس دا د هرې معاشرې خپل کــار
دے چې دغه تغير او تبدل په کوم جوړ او رنګ خپلوي ۔ د خپل کلتور ،تهذيب او تمدن سره دغه بــدلون
څنګه برابروي۔ طاهر کالچوي ته د محبوب د زلفو کږليچونو پدې تغير په نظر راځي ګــڼې پوهــه دے،
ادراک لري ،د سمولو په چل پوهه دے وائي:
د حافظ شيرازي د يو شعر مفهوم هم دغه دے چې زما مثال د سمندر د مــوج دے کــه زه قــرار
شم ،ژوند به مې ختم شي۔ طاهر کالچوي دغه خيال پدې رنګ بيانوي:
معاشره چې رنځوره شي ،عالج غواړي ،نوې ساه غواړي ،تازګي غواړي او چې دا اونکــړے
شي هغه معاشره د زوال ښکار شي ،شکست او ريخت ســره مخ شــي۔ طــاهر کالچــوي پــدې خــبر دے۔
دغه معاشرتي او عمراني شعور ورسره شته ۔ پروفېسر نور شاه جهــان انــور د طــاهر کالچــوي د دې
معاشرتي ادراک او شعور په حقله ليکي:
187
" طاهر صاحب يو حساس او دردمند زړه لري ،دغه احساس دے چې د بل پــه درد
او تکليف بنده خبروي ۔ طاهر صاحب د رنځورې معاشرې عالج کول غواړي خــو
داسې چې د عالج کوونکي خپل ذهن خو صــحت من وي ګــڼې هســې بــه يې خــاطر
خواه عالج و نه کړے شي ۔ طاهر صــاحب د دغې احســاس او د رنځــورۍ د عالج
ژړا داسې کړې ده:
خو د رنځــورې معاشــرې پــه دارو درملــو او عالج بانــدې طــاهر کالچــوي پوهــه دے۔ صــرف
مرض نه په ګوته کوي ،د مرض عالج هم ورسره شته او مريض ته د حوصلې او ډاډ توان هم لــري ۔
اوس چې د خپلې معاشرې رنځورتيا ګوري نو عالج ورتــه پــه ګوتــه کــوي ۔ دلتــه بــه ئې مــونږ يــو څــو
شعرونو سره ذکر اوکړو:
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
خو د عمراني تغير او تبدل پدې الره سفر کول ،د دې په چل او هنر خپل ځان پوهه کول او بيــا
خپل عوام ،خپل اولس ،او خپلو خلقو ته دا الره سمول څۀ ډېــر آســان کــار هم نــدے۔ دا ډېــر ګــران کــار
دے ،د زړۀ چاؤدون کار دے۔ دې کار ته چې څوک مال تړي هغه به د لوئے حوصلې او لوئے زغم او
همت خاوند وي ۔ ولے چې مړي بيا راژوندي کول د مسيحا صــفت غــواړي او دغــه مســيحائي چې چــا
سره نه وي هغه بيا دا کار نشي کولے۔ هسې خو ډېر دعويــدار راپاســي او دعــوا اوکــړي چې مــونږ يې
کوو خو کار ګران دے ،د مودو کار دے ،د پېړو کار دے ،د صدو کار دے۔ خو طاهر کالچــوي تــه د
دغه مړې معاشرې د بيا راژوندي کولو او اودراولو د پــاره چې د کــوم اتــل د کــوم مــيړني ضــرورت د
هغه به څوک نابغه ( )Geniusوي د هر هما شما کار ندے ځکه خو وائي:
منيب راحل په خپل يو مضمون " ارواښاد طاهر کالچوي او سماج" کښې د طاهر کالچــوي او
سماج په حواله ليکي:
" طاهر کالچوي که يو خوا د مينې او حسن د همه ګيرو قدرونو شاعر دے خو بــل
خوا د معاشرې او سماج په کږو هم په شعوري يا غېر شعوري توګه څۀ داسې تت
شـان نظـر لـري ۔ د تت شـان نظـر نـه زمـا مطلب دا دے چې کـه چـرې د دۀ دريـو
مجموعو ته سړے ځير شي نو د خپلو همعصرو شــاعرانو پــه نســبت طــاهر صــيب
معاشرتي مسائل ډېر کم چېړلي دي ۔ هم دغه وجه ده چې زۀ دلته د ارواښاد طـاهر
کالچــوي يــو څــو شــعرونه را اخلم چې نن زمــونږ ســماج ورســره مخ دے او دغــه
(
سماجي ستونزه زمونږ سياسي ده چې طاهر صيب ورته پــه ژور نظــر کتلي دي"۔
)81
مضمون ليکونکے د طاهر کالچوي د سماجي او معاشرتي شعور قائل دے او پدې باندې خپــل
مضمون کښـې ښـه ډېـر بحث کـړے هم دے خـو چې کلـه د طـاهر کالچـوي تقابـل د هغـه د همعصــرو
شاعرانو سماجي شعور سره کوي نو هلته ورته پدې حواله د طاهر کالچوي سماجي شــعور کم ښــکاره
شي يا ورته د طاهر کالچوي په کالم کښې پدې سماجي حواله ژورتيــا کمــه ښــکاري۔ ولے کــه مــونږ د
طاهر کالچوي په کالم کښې سماجي موضوعاتو ته لږ په ژور نظر اوګورو ،دا خبره به سپينه شي چې
طاهر کالچوي څخه د تصوف ،حسن و عشق او مينه محبت په رنګ د ســماجي شــعور موضــوعات هم
په ډېر مقدار کښې په الس راشي لکه پښتو ،پښتونولي ،ننګ غېرت ،مړانه ،سـيالي ،پېغـور ،د انسـان
189
غالمي نه منل ،حرکت کښې برکت وي ،د بل عزت کول ،د مظلوم نــاپوهي ،د رهــبر خــود غرضــي ،د
ژوند په اضطراب کښې د بقا پيغام ،د ژوند خواږه تراخه حقيقتونــو نــه ،فرعــونيت ،يزيــديت ،د ژونــد د
تقاضو او وخت بدلېدل ،او داسې نور ګڼ موضوعات وجود لري چې د عمــراني پــوهې او ســماجي او
معاشرتي شعور په حواله د قدر وړ دي ۔ طاهر کالچوي په فن کښې د ژوند د حقائقو د ترجمــانۍ پخپلــه
قدردان دے:
ايوب صابر(1922ء ـ۔1983ء) د پښتو د جديد غزل سره سره د جديد نظم (آزاد نظم) په حواله
هم يو معتبر نوم دے۔ د ايوب صابر غزل کۀ د حسن و عشق او مينې محبت او ښکال خبرې هم شه خو
د عمراني شعور په حواله هم ايوب صابر خپل د غزل لمن تشه نه ده پرېخي۔ د ايوب صابر خپــل ژونــد
هم د سختو نرمو سره مخامخ ؤ او د دغه خپلو احساساتو پرتو ئې په غزل کښې ځائې په ځائې په نظــر
راځي۔ او دغه درد هغه د عام اولس د درد او غم سره هم بلد کړے ؤ ۔ دې سره سره ايوب صابر مذهبي
شاعري او اخالقي او باغيانه شاعري هم کرې ده ۔ د پښتو او پښتونولۍ رنګ ئې هم پــه شــاعرۍ کښــې
موجو دے۔ او دغه ټولے حوالې د عمرانياتو په زمره کښې هم شاملې دي ۔ که هر څو د ايوب صابر په
نظم کښې عمراني فکر او شعور زيات وضاحت او صراحت سره موجود دے خــو د هغــو غــزل کښــې
هم دغه رنګ شته دے۔ قلندر مومنـد د ايـوب صـابر د کتـاب "ځيګـر خـون" پـه سـريزه کښـې د هغـو د
شـاعرۍ عمـراني اړخ تـه هم اشـاره کـړې ده او ليکلي ئې دي چې د راتلـونکي وخت نقـاد بـه د هغـه د
ماحول او عمراني حاال تو جائزه اخلي۔ خو بيا خپله هم قلندر مومند د ايـوب صـابر د عمـراني حـاال تـو
ذکر کړې دے او د قلندر مومند نه به زيات ښۀ انداز کښې د ايوب صابر د عمراني حاال تو جاج څــوک
واخلي ځکه چې خپله قلندر مومند د ايوب صابر همعصر هم دے او ډېر نزدې ملګرې هم دے ۔ هغــو د
ايوب صابر د ادبي سفر شروع کولو ذکر کړے او ليکي:
" زه پدې اګاه يم چې ايوب صابر د اردو يو شاعر ؤ او کۀ چرې د عمراني حــاال
تو فشار هغه زپلے نه وې ،نو هغه به هيچرے هم پښــتو تــه راغب شــوے نــۀ وے۔
دې عمراني حاال تو مونږ ټول پښتانۀ کړي يو۔ او د ايوب صابر په شاعرۍ کښــې د
دې حاال تو ژور الس دے۔ هغه ذاتي طور سره رومانيت پســند دے د خپــل چــاپېر
چــل پــه وجــه پښــتون دے۔ او د دې دواړو حقيقتونــو پــه نتيجــه کښــې هغــه يــو پــوخ
()83
انسانيت دوست دے"۔
قلندر مومند د ايوب صابر شاعرۍ تــه جــذباتي شــاعري وائي او د شــلمې صــدۍ د ادبي روايت
مطابق حقيقت ته نزدې شاعري وائي۔ حقيقت ته نزدې په دې جوړ چې هغه په خيالي حسن ندے مــئين،
190
د کوه قاف د ښاپېرو سره مينه نه کوي ،ولے چې د جديد شاعرۍ جديد روايت نــه دے۔ د هاغــه حســن
سره مينه کوي کوم چې د انساني حواسو سره ئې ادراک کېدے شي۔ ده هغه د شاعرۍ ښــاپيرۍ هم پــه
()84
دغه زمکه اوسي چې ليدې کېدې هم شي او محسوس کېدې هم شي"۔
د ايوب صابر مينه انساني مينه ده هغه د انسان سره مينه کــوي ۔ صــابر قــوم پرســت دے خــو د
انسانيت او د انصاف د دائرې نه بهر نه دے وتلے۔ خپل قوم سره مينه کوي د خپل قوم د درد ،بې وسۍ
او زوال خبره کوي خو دا يوازې د مرثيې په انداز کښې نه کوي بلکې دغه قوم د عمــل الرې تــه رابلي
()85
او د هغه د شاعرۍ سرچينه د پښتون هومن ازم عطا او دېن دے۔
" ايوب صابر چې خپل په ذاتي ژوند کښې څۀ ليدلي کتلي دي او يا پرې تېر شوې
دي د هغې تصوير د هغو په شاعرۍ کښې څرګنــد شــوې دے۔ د ايــوب صــابر دغــه
انفرادي درد د اجتماعي درد صورت اختيار کړے دے او داسې د انسان او انسانيت
سره خپله رشته ساتلے ده ۔ خو پدې جوړ ايوب صابر د قنــوطيت تيــارو تــه نــه دے
پريوتې او خپل درد ئې وروستو کړې دے او د نورو هغه ئې ړومبے کــړے دے"۔
()86
د ايوب صابر لب ولهجه ساده ده خو انفراديت لري او هم دغــه ســادګي ده چې د هغــه اشــعار د
اولس زړونو ته کوزيږي ۔ عبدهللا جان عابد د ايوب صابر د شاعرۍ پدې خصوصياتو ليکي:
د نظمونـو نـه عالوه د هغـو غـزلے هم د فــني پوخـوالي سـره سـره موضــوعاتي او
فکري لحاظ سره وسعت اور ژورتيا لري ۔ بلکې د سادګۍ او ځــانګړي لب و لهجې
په حواله هغه د يو بيل اسلوب خاوند تصور کېږي ۔
جديد دور يو مشيني دور دے او چې مشيني دوور انسان هم ځان سره مشينی جــوړ کــړے دے۔
د هر احساس ،هر درد او هرې رشتې نه رو رو انسان بيلېږي۔ د مينې ،محبت ،ورورۍ ،رشته دارۍ
احساس ترې مشينانو ځان سره يوړو۔ دغه معاشرتي الميه ده چې د انسان تعلق د انسان ســره کمــېږي۔
ايوب صابر دغه خبره په ډېر ساده انداز او زړۀ پورې انداز کښې کړې ده:
()88
همــــــــــــــدردي نشــــــــــــــته د دې دور انســــــــــــــان کښــــــــــــــې
يواځې دا نه چې دغه مشيني دور د انسان نه د احساس جذبه اوتوړله ،او مشــين ئې تــرې جــوړ
کړو بلکې نور ډېر نقصانات ئې هم مينځ ته راوستل۔ ترقي کول ښــۀ خــبره ده ،دا هم د انســان د آرام او
سکون او راحت ذريعه او وسيله جوړيږي ،ولے دې سره سره که اوکتلے شي چې ډېرې داسې خــبرې
هم اوشوې چې هغه د ټولو انسانانو د پاره د فائدې پـه ځـائې د نقصــان سـبب اوګرځيـدې۔ انسـان زمکـه
پرېږده چې د خال تسخير کولـو کښـې هم کاميـابي اومونـده ،او د سـپوږمۍ او د سـتورو د دنيـا پـه سـفر
روان شو۔ خو بل طرف ته د انسان د بربادۍ او تباهۍ څومره الرې چــارې راپېــدا کــړلے شــوې۔ او د
بارودو بوئي په هوا کښې خور کړو چې د انسان د تباهۍ سبب جوړ شو۔ ايوب صابر هم دې تــه اشــاره
کوي:
د ايوب صابر په غزل کښې ځائې په ځائې څۀ تلخ عمراني حقيقتونه په مخه راځي۔ ځــنې وخت
مونږ د تصوير يو اړخ ښکاري بل اړخ زمونږ د سترګو نه پټ وي او مونږ د تصوير پــه هغــه يــو اړخ
ليدلو په کتلو د خپلې رائې اظهار اوکړو ،يا پرې خپله فيصله صــادره کــړو۔ خــو چې کلــه مــونږ د هغــه
تصوير يا هغه منظر بل اړخ اووينو هله راته احساس اوشي چې هغه اولنې خــو هم يــو حقيقت ؤ خــو دا
دويم اړخ هم غېر منطقي نـه دے۔ ايـوب صـابر د پېغلې ژاړه بانـدي زړۀ رااوچت شـو چې کلـه هغې
اووې چې زه خو برباده شوم خو دال ل يو بــل حقيقت څرګنــد کــړو چې خېټــه خــو هم زوروره ده۔ او"
بربنډ دالرې اوړي خو اوږې نه اوړي"۔
د خېټې د اور مړولو د پاره څۀ څۀکول نه راځي۔ خو دلته څوک يوې نوړۍ لــه محتاجــه دے،
نوړۍ ډودۍ نه مومي او څــوک داســې دي چې د دغــه خــبرې ورلــه د ســره هــډو غم نشــته ۔ دا طبقــاتي
ناهمواري ده۔ دا اوس د هر چا بيل نظر دے چې ځنې خلق ورته خدائې وېش وائي۔ خو دلتــه کــري يــو
او ريبي بــل ،ګــټي يــو او جيب تــه د بــل ځي۔ د چــا ګــور تــاج محــل شــي او د چــا کــور قبرســتان ۔ دغـه
معاشرتي الندې باندې د ايوب صابر د ترقي پسند فکر سره چې رايوځائې شي ،نو داسې د شــعر جامــه
اومومي:
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
د ايوب صابر په شاعرۍ کښې د دغه معاشرتي تضاداتو په ضــد بغــاوت او احتجــاج دے۔ هغــه
انسان دوست او روشن فکــر فن کــار دے ،هغــه د استحصــالي نظــام خالف مبــارز دے۔ او د معاشــرتي
تضاداتو د بدلون په ارمان او ايقان سره په مخه روان دے۔ او دغه فکر او نظريــه ئې پــه اســتقالل ســره
()92
نيولے ده"۔
د ايوب صابر ته ګير چاپېره چې کومه معاشره ده او هغه چې پکښې ژوند کوي په هغې کښې
څوک د ژوند د خوشحاليو سندرې څنګه اووائي۔ هلته د ګل سندرې څنګه اوليکلے شي۔ ځکــه چې چــار
چاپېره ،اخوا ديخوا خو ټول ازغي ازغي دي۔
هغه د ازغو سندرې خو نه شي وئيلے خو د خپلې پښتنې محبــوبې پــه ســترګو کښــې ورتــه کــوم حيــا او
شرم ښکاري هغه تهذيب ورته په څلور کنجه دنيا کښې بل چرته هم په نظر نه راځي۔ ځکه خــو د هغــه
مينه د هرې مينې نه درنه ده چې پښتنۀ مينه ده۔ هغه خپله پښتنۀ مينه ستائي ګويا د خپل تهذيب ،د خپــل
کلتور صفت کوي ،خپل ټول تهذيب ورته د خپل پښتون محبوب پـه ښـکال ګـانو کښـې څرګنـد ښـکاري۔
ايوب صابر د خپل محبوب د قاتلو سترګو د زور قائل دے خو شاعر دے او شاعر د خپل سماج د خپــل
ماحول ،د خپلې معاشرې ،د خپل اولس او د خپل تاريخ نه د خپــل شــعر ټــول تصــورات او تخيالت پــه
شعوري او غير شعوري ډول اخذ کوي۔ صابر ته چې د محبوب قــاتلې سـترګې رايـادې شـي نـو د هغې
تشبيه هم د فعل د بدو چارو سره ورکوي ،او د فعل بدې چارې د پښتني تاريخ په پاڼو کښې محفــوظ دي
او د فعل واکې اصطالح ترې سازه شوې ده۔
193
د مغل د بدې چــارې هغــه عمــراني حــاالت دي چې د اکــبر زمينــداور ،نــه تــر خوشــحال خــان،
رحمان بابا ،حميد بابا ،اشرف خان هجري ،نه واخله تــر دې دمــه د پښــتو د شــاعرۍ د عمــراني شــعور
هغه اصطالح ده چې د ظلم او د جبر او د تشدد عمراني تصور ترې ماخوذ دے۔ ســليم راز وائي چې "
ايوب صابر د څۀ خاص سياسي فلسفې او نظرئې د الندې د سماجي بدلون الرې چارې نه لټـوي هغـه د
څۀ خاص سياسي فلسفې او نظرئې علمبردار نــه دے۔ هغــه د يــو نقــاد او د يــو شــاعر پــه جــوړ او د يــو
()95
دانشور په جوړ خپل افکار خپل سماج ته منتقل کړې دي۔
او پدې سماجي تنقيد کښې هغه د چا لحاظ مالحظه نه کوي په خان په نواب او په غټــانو کــه تنقيــد کــوي
چې هغو د اولس سره او د خوارانو غريبانو سره ظلم کوي او د دوئي استحصال کــوي۔ خــو چې چرتــه
غريب کښې هم څۀ عيب ويــني ،کمي ويــني او څــۀ کوتــاهي ورتــه پــه نظــر راشــي نــو د هغــه بې ځايــه
طرفداري هم نه کوي او هلته هغه د شــاعر نــه زيــات د منصــف کــار کــوي او منصــف بيــا پــه شــواهدو
فيصله کوي۔ او ايوب صابر چې شواهد کله اوويني او اوګوري هلته هغه به خان او غريب نه د حــق او
د انصاف خبره کوي:
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
د وس اوږي دي يــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــارانو
()96
خــــــــــــوار غــــــــــــريب دے کــــــــــــه لــــــــــــوئے خــــــــــــان دے
سېف الرحمان سليم ( 1929ء ـ۔2007ء ) د شلمې صدۍ د جديد غزل لوئے نــوم دے۔ ســېف
الرحمان سليم نظمونه هم ليکلي دي ،خو د شـاعرۍ د خوښـې صــنف ئې غـزل دے۔ د سـېف الرحمـان
سليم شاعري د مقدار په لحاظ ډېر لږه ده خو د قدر په لحاظ د هغه شاعري ډېره لوئے ارزښـت لـري۔ د
سېف الرحمان سليم غزل د هند او فن پــه لحــاظ هغــه ټــول خصوصــيات موجــود دي کــوم چي د غــزل
غوندې د نــازک او لطيــف صــنف ســخن کــالے ګڼلے شــي۔ تغــزل ،ايمــائيت ،رمــز ،کنايــه ،اختصــار،
لطافت ،بې ساختګي ،د جذبې صداقت د سليم د غزل خاصه ده۔ " د شلمې صــدۍ د پښــتو د شــاعرۍ پــه
194
تاريخ کښې سېف الرحمان سليم د يو رجحان ساز غزل ګو په نوم پيژندلے شي۔ سېف الرحمــان ســليم
()97
يو فطري شاعر دے ،او د خپل دور په شاعرۍ په فني او فکري حواله اثرانداز شوے دے۔
" د شلمې صدۍ د پښتو د غزل دا دور د سېف الرحمــان ســليم د ذکــر نــه بغــير بــه
نيمګــړے وي۔ د دوئې غــزل د دې دور د سياســي ،تهــذيبي ،ســماجي ،عمرانيــاتو
هينداره ده۔ د سېف الرحمان سليم غزل د پښتون قام د تهــذيبي مــزاج نمائنــده غــزل
دے۔ او هغوئې په دغه تهذيبي رويې کښې دننه په جمالياتي هنر ســره يــو مهــذب او
مؤدب احتجاج په خپل غزل کښې کړې دے۔ دغه احتجاج د خپل قــوم خپــل اولس او
خپل کلتور او تهذيب ،اقدارو او رواياتو د بقــا د پــاره کــړے دے۔ ســېف الرحمــان
سليم فکر او سوچ ترقي پسند دے او د بيان انــداز ئې رومــاني دے چې د اولس زړۀ
او ذهن په ډېر جمالياتي او روماني طريقې سره بدلون ته هڅوي ۔ د سېف الرحمان
سليم د فکر دائره ډېره وسيع ده۔ حسن ،مينه ،سـماج ،پښـتو ژبـه ،پښـتو ،پښـتونولي
()98
دغزل د بنيادي روايت سره سم په خپل غزل کښې رايو ځائې کړي دي"۔
د مغل والې اصطالح سېف الرحمان سليم په خپلو غزلو کښې ځائې پــه ځــائې ډېــره اســتعمال
کړې ده۔ د معل واکې دغه اصطالح د پښتو د شعري ادب هغه اصطالح ده چې د اکبر زمينداور نــه ئې
ابتدا شوې ده او د خوشحال خان خټک نه تر حمزه بابا او بيا تر سېف الرحمان سليم او د دې عصر او
د کالسيکي دور شاعرانو استعمال کړې ده۔ دغه اصطالح د ظلم ،جبر ،استحصال د مفهوم سره نن هم
د پښتو په شــعري ادب کښــې موجــود ده ،چې د پښــتون قــوم د شــاعرانو د پــاره د تــاريخي عمرانيــاتو د
شعور يوه ذريعه ده۔ خو سېف الرحمان سليم چې کله هم دا اصطالح پکار راولي نــو د پښــتون تهــذيبي
روايت نه هيروي او خپل غزل پښتنې شرعې ته برابر کړي:
د سېف الرحمان سليم د غزل يو لوئے خاصيت دا هم دے چې سطحيت پکښې نشته ،کــه هــر
څو هم د ژوند ډېر تراخه تراخه حقيقتونه په خپل غزل کښــې بيــان کــړي خــو پــه هغې د پروپيګنــدې او
نعره بازۍ ګمان نه کېږي۔ عبدهللا جان عابد د سېف الرحمان سليم د غزل د دې هنر په حواله ليکي:
پروپیگندے او ر نعرہ بــازی میں ڈھلــنے ســے محفــوظ رہیں اور حیات
()100
جاوداں پایا"۔
ت
رج مه:
د هغو غزل د مظلومو او محکومو طبقو د غم او درد ترجمانۍ نه معموره دي ،خــو
دا خبره ياده ساتل دي چې هغه د حقيقت پسندۍ په شوق کښې يو خس ساعت لــه هم
د غــزل د فــني تقاضــو او لوازمــاتو نــه غافــل نــه دے۔ پــدې ســب د هغــه غــزلې پــه
پروپيګندې او نعره بازۍ کښې نه دي بدلې شوې او ابدي ژوند ئې موندلے دے۔
اوس د مزدور خواره ورځ د سماج يو عمراني حقيقت دے او ترقي پســند شــاعران د مــزدور د
حق او مرستې خبره په خپلو اشعارو کښې کوي۔ خو اکثر داسې اوشي چې سطحيت په کښــې راشــي او
دغه تريخ حقيقت يوه سياسي نعره جوړه شي۔ خو سېف الرحمان سليم دلتــه هم د غــزل فــني روايت نــه
قربانوي ،شاعران د محبوب د شونډو تشبيه د ګالب سره ورکوي خو د ســېف الرحمــان ســليم محبــوب
مزدور دے او هغه ته د مزدور خوله هم د محبوب د خوشبو نه کمه نه ښکاري او وائي:
" معاشرتي بدلون د عمرانياتو يوه ډېره مهمه موضوع ده۔ په دنيا کښې يــوه معاشــره هم پــه مکمــل ډول
بې حرکته ( )Staticنه وي يا په مکمل ډول بدليدونکے نه وي۔ په ټولو معاشره کښــې د تغــير او تبــدل
سلسله روانه وي۔ حقيقت دا دے چې دې کائنات په هره شعبه کښې دا عمل جاري وي۔ خو دلتــه زمــونږ
مطلب د معاشــرتي بــدلون پــه حوالــه معاشــرتي اقــدارو ســره دے چې عمــراني پوهــان ورتــه ( Social
)Change and social valuesوائي۔ پدې حواله چې کله په يوه معاشره کښې څــۀ بــدلون راځي او
هغه بدلون د هغه معاشرې د بنيادي اقدارو خالف وي نو پــه معاشــره کښــې د مثبت اثــر پــه ځــائې منفي
اثرات ترې پيدا کېږي او معاشرتي بدنظمي او ثقافتي خال( )Cultural lagپيــدا شــي۔ او پــدې جــوړ د
()102
دې معاشرتي بدلون ( )Social changeمثبت په ځائې منفي اثر پيدا شي"۔
مونږ يو شاعر هم عمراني پوهان نه ثابتوؤ بلکې د هر شاعر پــه شــاعرۍ کښــې عمــراني فکــر
شعور او ادراک ګورو۔ سېف الرحمان سليم هم شاعر دے او عمراني پوهاند نه دے خو شاعر د خپلې
معاشرې نه بې خبره نه وي۔ د هغه د غور و فکر ،سوچ او تخيل ټول څيزونه د معاشرتي ژوند نه اخذ
وي۔ سېف الرحمان سليم عمراني فکر د معاشرتي بدلون په حواله هم دے او هغه ښــکاري چې د تغــير
196
او تبدل د دې قانون د الندې زما په معاشره کښې څۀ داسې څيزونه هم راپيدا شول ،چې هغې سره دغــه
زما مردم خيزه معاشره سړي خوره شوه۔
خو دغه معاشرتي بدلون به دومره زر په ټوله معاشره اثرانداز شي او ټولــه معاشــره بــه داســې
بدله کړي چې خپل ټول اقدار روايتونه ،رسـمونه ،او ضـابطې بـه تـرې اوتـروړي۔ د سـېف الرحمـان
سليم دا يقين نه ؤ خوشوې هم دغسې ده۔ معاشره ټوله بې ضــميره شـوې ده ،يـوازې مشـر او راهـبر نـه
دے بې ضميره شــوې۔ بلکې د راهــزنۍ پــه کــار کښــې ټــول شــريک دي او اقــدار ،روايــات ،ضــابطې،
اخالقيات هر څۀ ئې د پښو الندې شوې دي:
پښتو د پښتون هم ژبه ده او هم آئين او قانون۔ د پښتو سره د مينې د پښتونولۍ سره د مينې ذکــر
د عمراني حوالې په جوړ کول ځکـه ضـروري دي چې پښـتو او پښـتونولي د دې معاشـرې اډاڼـه قائمـه
ساتلے ده ۔ او تر ننه هم چې څۀ لږ ډېر د پښتنو معاشره کښې اولس د يو بل سره تړلے دے او نزديکت
او قربت د معاشرې د افرادو يو بل سره شته ،هم دغــه د پښــتونولۍ پــه بــرکت دے۔ پــدې ســبب د نــورو
پښتنو شاعرانو هم خپل د دې آئين او دستور د سماجي حيــثيت او قــدر و قيمت ذکــر کــړے دے۔ ســېف
الرحمان سليم د پښتو سره د مينې او د پښتونولۍ سره د محبت اظهار په خپل انداز کښې کړې دے ۔ چې
چرته هم د پښتو اقدارو جنازه اوځي او هغې ته ضرر رسي د هغه پرې زړۀ خفــا کــېږي۔ کــه د پښــتو
ډيوه په مړۀ کيدو ويني نو د تورو تيارو د خواريدو خبرهکوي۔ که چرته چا د پښتون قلم ته ســپک کتلې
دي هغه پرې ننګ کړې دے۔ او که چا وئيل دي چې د پښتو مئين ختم شول نـو دۀ خپلـه سـينه ټپـولے ده
چې زه يم کنه ،او بيا پښتو او پښتنۀ يمه د خپل غزل پيغله جوړه کــړې ده۔ او کلــه د حمــزه بابــا پــه شــان
پښتنۀ اوښکه هم ستائيلے ده۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
197
زه يم ،زمـــــــــا زړۀ دے ،زمـــــــــا ځـــــــــان دے ،زمـــــــــا وينـــــــــه ده
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سېف الرحمان سليم د انقالب د قافلې ملګرې ،خو د دې الرې سختې او نــرمې ورتــه معلــومې
دي او خــبر دے پــرې ،ځکــه خــو د دې قــافلې ملګــري د ســفر د ســختو او مشــکالتو تــه اول خــبروول
غواړي ،هسې نه چې صبا د نيمې الرې نه بيرته راځي ،هغه مرحلــه بــه بيــا ډېــره دردناکــه وي۔ خــو د
سماجي انقالب د پاره قوت عمل پکار دے او چې چا کښې د عمل قوت نه وي هغه خپل مــنزل او مــرام
ته نشي رسيدے۔ اوس چې کوم خلق په ناسته او په مالسـته دغـه خوبونـه ويـني هغـه مـنزل تـه نـه شـي
رسيدے۔
تربور زمونږ په معاشره د جدي مسابقت نوم دے۔ دغه جدي مسابقت که يوه طرف ته څۀ مثبت اړخونه
لري خو په بل اړخ منفي اړخونه هم لري ،چې د دشــمنۍ او تربــورولۍ پــه صــورت کښــې پــه معاشــره
کښې د قرار او امن ،مينې ،محبت او ورورولۍ خونه ورانه کړي۔ سېف الرحمان سليم هم د تربور پــه
استعاراتي انداز کښې ذکر کوي۔ هغه تربور په خپله پوله پټي ګرځيدو ته ځکه نه پريدي چې پخپلــه خــو
ال مړ نه دے ژوندے دے او په خپل ژوند کښې هم څــوک خپــل تربــور تــه خپــل د مــيراث واک اختيــار
ورکوي۔ هسې هم د تربور او د وروڼو کردار کله کله د يوسف عليه السالم د روڼو په شان شي او خپــل
ورور کوهي ته اوغورځوي:
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
لنډه دا چې د سېف الرحمان سليم په غزل د عمراني فکر او شعور په حوالــه ډېــر څــۀ موجــود
دي۔ هغه يو ترقي پسند شاعر دے او مقصد او نظريه ئې د انسان او انســاني معاشــرې فالح ده ،چې پــه
طبقاتي نظام کښې ممکنه نه وي او هم دغه طبقاتي شعور او فکر هغـه پـه خپـل اولس او خپلـه معاشـره
کښې رابيدارول غواړي۔ او دې د پاره ئې د غزل مهينه ،نازکــه او لطيفــه الر خوښــه کــړې ده ،خــو پــه
داسې انداز چې د غزل جامه پرې بدرنګه نه ښکاري بلکې د عمراني فکر ئې ډېر په هــنر ســره پکښــې
ځائې کړے دے۔
صاحبزاده حبيب الرحمان قلندر مومند(1930ء۔ـ۔2003ء ) د نظم او نثر په ګڼو حوالو د پښــتو
ژبې ترقي پسند ليکوال دے ۔ خو دلته د موضوع په مناسبت سره د قلندر مومند د غزل په حقله به بحث
کوؤ۔ د قلندر مومند غزل او نظم سره سره د هغو نثر او د افسانو مجموعي "ګجري" د معاشرتي شعور
او ادراک بهترينې نمونې لري۔ قلندر مومند د معاشرتي ناهموارو په ضد په خپل غزل کښې آواز پورته
کړے دے۔ د خوارانو ،غريبانو او مظلومانو خبره او مرسته ئې کړې ده۔ د پښـتو او پښـتونولۍ رنګونـه
ئې په غزل کښې څرګند دي ،چې د هغه د نظرياتو او تصوراتو ســره ډېــر نــزديکت لــري۔ د ظــالم او د
مظلوم په جنګ کښې د مظلوم پلوي او ملګرے دے۔ د خان نواب او سرمايه دار په مقابله کښې د خــوار
اولس او مزدور ســره والړ دے۔ د هغــه نظريــه انســانيت دے ،برابــري ده ،مســاوات دے ،هغــه د خپلــو
افکارو په ذريعه په اولس کښې د طبقاتي شعور فهم پيدا کوي۔ کــه د ټــولې حــوالې او فکــر شــعور د يــو
ترقي پسند ليکوال خاصه ده خو هم دغه هر څۀ د عمراني شــعور ورکــړه دي۔ د قلنــدر مومنــد د تخليقي
کاوشـونو د پښـتون اولس ذهـني ارتقـا خپـل يـو کـردار ادا کـړے دے۔ او د پښـتون معاشـرتي ژونـد پـه
اجتمــاعيت کښــې د خپــل شــعور رڼــا خــوره کــړې ده۔ دوســت محمــد کامــل د قلنــدر مومنــد د کالم د دې
خاصيتونو په حقله ليکي:
" د قلندر مومند د کالم په دغه بخره خصوًص ا په غزلونو کښې د عــواميت او وليت
سره د وطنيت او قوميت ( چې يو فطري او په خپل غير ملوث حالت کښــې غــوره،
ښــه او روغــه جذبــه ده ) او د پښــتو او پښــتونولۍ د ځنــو اړخونــو ډېــرې ښــکلې او
()108
خوندناکې نمونې شته"۔
قلند مومند شاعرۍ ته مونږ د "سباؤن" په تناظر کښې اوګــورو نــو صــفا معلومــيږي چې قلنــدر
مومند د خپلې شاعرۍ ډېر په سختۍ سره انتخاب کړے دے۔ نظمونه د غزل په نســبت ډېــر دي او پــدې
شعري مجموه کښې د قلندر مومند د غزلو ټول تعداد يـو څلويښـت دے۔ کـه مـونږ د پښـتو نـوې او زوړ
شعري روايت په نظر کښې اوساتو نو يقيًنا چې دا غزليات د تعداد په لحــاظ ډېــر کم دي خــو ټــول چــوڼ
کړے غزلے دي۔ قلندر مومند د پښتو غزل کالسيکي رنګ او انداز هم برقرار ساتلے دے خو د پښتو د
جديد غزل په شان او توقير کښې هم اضافه کړې ده۔ په سباؤن کښې د دۀ د غزلـو تعـداد کم دے خـو پـه
تول پوره دے۔ هم د فن په لحاظ او هم د مقصديت په حواله۔ پروفېســر زبــير حســرت د قلنــدر مومنــد د
کتاب "سباؤن" د شاعرۍ په حواله وائي:
199
خ
ت خ ش ب شت ق ئ ن
ے یک وت کہ ی ہ ار ی ن کو اپ ن ا ملی او ر اری ی عور تی ہ "سباؤن " واقعی س ب اؤن ش
ض "
ک ن ن
ے لچ ر او رسم وروج سے تآگاہ کر ی ے ،اپ ے ،مان ی کی روای ات سے غآ ا کرا ی ہ ہ
المات ،اص طالحات ،اور رکی ب ات ت ع ات، ب کمر ت، ل حاورے، ،
ب مان ز ی پا ے،
ت سہ
ج اؤن" م ں پ ش و کا ق دی م رن گ ب ی
ے اور ہ
ن ق ود و م ھی ظ ب ن ی س " کہ
قج ہ ب ب ے ہ و ہی ۔ ے جم ب ہ
ی ھا
ے ن ل در تکی نت ھی ج یسا کہن اہ ر ہ روما ی ت ے اورئ م
غج دی د ھی ،اس می نں ق صدی ت جھی نہ
غ زلوں می ں ی ہ دو وں سم کےن ر حا ات پ اے جش اے ہ ی ں ۔ ا ہوں ے ن ظ ری ا ی
ے ہ ی ں ج و ان دو وں کا ے ا عار ب ھی کہ زلی ں ب ھی لکھی ہ ی ں اور روما ی ب ھی او ر ایس
()109
حسی ن امت زاج ہ ی ں"۔
ترجمه " سباؤن" واقعي سباؤن دے ځکه چې د لوستونکو تــه خپــل ملي او تــاريخي
شعور بخښي ،د ماضي د رواياتو سره ئې آشنا کوي ،د خپل کلتور او رســم و رواج
نــه يې خــبروي ،خپلې ژبې ،محــاوري ،لغت ،مرکبــات ،عالمــات ،اصــطالحات او
ترکيبات ورته ښائي۔ هم دغه وجه ده چې سباؤن د پښتو زوړ رنــګ هم موجــود دے
او نوې هم ،پــدې کښــې مقصــديت هم دے او رومــانيت هم ،څنګــه چې ظــاهره ده د
قلندر په غزلياتو کښې دا دواړه قسمه رجحانات موندې شــي۔ دوئې نظريــاتي غــزلې
هم ليکلے دي او رومـــاني هم او داســـې اشـــعار ئې هم وئيلې دي چې د دې دواړو
ښکلے امتزاج دے"۔
قلندر مومند خپلې نظرئې او خپل مقصــد ســره دومــره پــه صــداقت ســره والړ دے چې پــه هيڅ
رنګ ترې د بيليدو تصور نشي کولے هغه د خپل ارمان د ګلستان تازګي او ښکال د خپــل زړۀ پــه وينــو
زياتوي۔ که هر څو هم د دې مقصد د پاره د ګلستان هر ازغے د هغه په زړۀ کښې مات شــي۔ دا ارمــان
څۀ دے ،دا تمنا کومه ده چې هغه ورله دومره قرباني ورکول غواړي۔ د مساوات او برابرۍ خــبره ده،
د خپل اولس او د معاشرې د شعور خبره ده او دا د ټول انســانيت خــبره ده ،ولې چې د ښــې ورځې او د
خوشحالۍ دا خوبونه هغه د ټولو د پاره ويني:
قلندر مومند چې که د وخت حاکمــانو د زنــدان تــورو تيــارو تــه داخــل کــړو نــو هلتــه هم د هغــه
حوصله ،عزم او يقين متزلزل شوې نه دے ،هغه تــه خپــل ملي تــاريخ معلــوم دے چې د وخت مغــل هم
دغسې کوي ،پخوا ئې خوشحال خان سره داسې کړي او اوس که ماسره اوشو پرواه نشته ،رنتمبور او
الهور مونږ د پاره يو شان دي۔ خو په زندان کښې هغي د خپل نظريــاتي همــدم فېض احمــد فېض پــه
شان د زندان د تورو تمبو نه د روڼ سبا رڼا ويني او ګوري۔ د اشنا خيال د قفس ور مــاتوي او د مقصــد
او د مرام د ناوې خيال ترې رادننه کېږي۔ قلندر ته معلومه ده چې دا هر څۀ مــا ســره ولے کــېږي او
څوک ئې کوي زما ګناه څۀ ده۔ هغه ته خپل ګناه معلومه ده ،هغه د رڼــا د نــاوې د حســن او ښــکال مــئين
200
دے او د رڼا ناوې د تيارو خاوندانو له بده شي ولے چې رڼــا د تيــارو ضــد ده ،د تيــارو د پــاره د مــرګ
پيغام دے۔ د رڼا د ناوې خبره په استعارو کښې کوي خو مقصد ئې واضح دے او هغه خپل اولس ،خپــل
خلق ،خپل حق ،خپل مرام دے۔ او دا هر څۀ غوښتل ،د دې هر څــۀ د پــاره آواز پورتــه کــول او د دې د
حصول د پاره په اولس کښې شعور پيدا کول جرم ګرځيدلے دے۔
د غزل د ناوې دا انـداز د فرنګيـانو د اقتـدار د آخـري دور نـه پښـتو شـاعرۍ تـه راغے۔ چې د
ايران لباس او جامې نه ئې ځان آزاد کړو او خپل مادري لباس ئې خپل کړو۔ ډاکټر يار محمــد مغمــوم د
قلندر مومند د غزل په حقله هم پدې حواله ليکي:
" د فرنګيانو د اقتدار پۀ آخري ورځو کښـې د پښـتو غـزل نـاوې د نويـو کـالو سـره
زمونږ د شاعرۍ په درشل راننوته۔ اول ئې د ځان سره نوي تشــبيهات او عالمتونــه
راوړل۔ دا غزل پۀ ايراني لباس کښې پټ د پښتو هغه پخوانے غزل نۀ وو ،دا غزل
پښتنې خاوره کښې زرغون شوے د پښتو خپل غزل وو۔ دې غزل د پښتنو د سوونو
کلونو قومي پس منظر پروت وو۔ دې غزل کښې د پښتنو د زړونــو ســکون پټ وو۔
دا غزل د رومــان پــه کــالو کښــې پټ د پښــتون د ملي وحــدت ترجمــان غــزل وو۔ دا
غزل د پښتو جديد غزل وو ،چې پۀ تخليق کښې يې د نورو نه عالوه د ښاغلي قلندر
()112
مومند لوئے الس دے۔
د پښتو دې جديد غزل ته ډېر پښتنو شاعرانو د خپل زړۀ وينې ورکړي دي او د دې غــزل اوبــۀ
خور ئې کړے دے۔ خو د قلندر مومند د غزل يو خصوصيت دا دے چې قلندر د غزل نــازکي ايمــائيت،
رمز او اشاره چې د غزل د حسن او ښکال کالي دي بالکل نه دے متاثر کړے۔ خپله خبره ،خپل احساس
او خپل عمراني فکر او شعور پکښې ډېر په ښکي انداز کښې ځــائې کــړے دے۔ قلنــدر صــفا ويــني چې
زما د وطن په ګلشن د ازغو حکمراني ده او چې حکمران د ازغو وي بيا باغواني کول ډېر ګــران کــار
وي۔ ولے چې د تيارو حکمرانان چرې هم نه غواړي او چرې هم نه قبلوي چې د ګلونو بــاغواني دې د
رڼا خاوندان اوکړي۔ د رڼا او تيارو دغه جنګ ازلي دے خو دا ميدان هغه څوک ګټي چې خپله وسله نه
201
ږدي۔ په ميدان کښې مقابله کولو ته والړ وي۔ قلندر هم ډېــر پــه ښــکلي رمــز او ايمــائيت ســره وائي چې
پښتون يم زړۀ ږدم خو وسله رقيب ته نه ږدم:
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
د معاشرې د يو باشعوره فرد په رنګ قلندر هم د خپل چاپير چل او حاال تو واقعاتو نه بې خبره
نه دے۔ د خپل چاپير چل کښې د کيدونکو حاال تو او واقعاتو جاج اخلي ،فکــر پريمــا کــوي ،تجزيــه ئې
کوي او چې د چاپير چل د واقعاتو جاج واخلي فکر او غور سوچ پرې اوکړي ،نو بيا د دې تــول ســوچ
فکر يوه نتيجه رااوباسي او دا کوشش او هڅۀ د هغو په غزل کښې څرګنده ښــکاري۔ د چــاپير چــل او د
خارج چې کومه تجزيه قلندر مومند اوکړي د هغې د هغو د غـزل هغــه رنــګ او هغــه نمونــه پــه مخــه
()114
راشي چې د غزل مضامين ورله سپيځلې کړي ،ښائسته ئې کړي ۔
قلندر مومند خبر دے چې د خپل اولس ،خپلې معاشرې او خپل قــوم د پــاره څــوک هم پــه مخــه
قدم ږدي ،هزار قسم مشکالتو او سختو سره مخ کېږي۔ انجام ئې هــر چاتــه معلــوم دے خــو کــه څــوک
باشعوره مرد قلندر خپل اولس د دغسي درغلۍ نه او د دغه مکارۍ نه خبرول غــواړي يــا پــدې پوهــول
غواړي۔ بيا خو به ارو مرو دار ته خيژي۔ خو دار ته ختل د قلندر غوندې قلندر ته ګران کار نه ښکاري
او هسې هم چې مقصد او مرام عظيم وي ،د هغې د پاره دار ته ختل خو هم نرتوب دے ،سربلندي ده:
قلندر مومند چې کومه الر خوښه کړې ده ،په کومه الره تګ کول غواړي هغه ډېــره ګــران الر
ځکه ده چې هغې کښې ډېره څۀ قربان کول راځي۔ خپل ځــان او مــال ،ولے د بــدلون او انقالب د الرې
الراوې خو په خپل مال او ځان اسره نه کوي۔ د هغه څۀ پرواه وي که ځان او مال پرې قربان شي خــو
چې کله د يارانو په طرف اوګوري چې د زغم او صـبر خاونـدان پکښـې څـو دي ،څـو دې چې د دغـه
الرې د سفر سختو او نرمو ته به ټينګ شي او که ټينګ هم شي نو بيا هم دغه الر خو ډېره سړي خواره
الر ده ،ډېر ياران به پکښې اوبائيلي۔ قلندر مومند ته هم دغه احساس شته ،دے وائي:
قلندر مومنــد د اشــتراکيت علمــبردار دے او پــدې خــوښ ځکــه دے چې اشــتراکيت د غــريب او
مزدور پلوي دے ،د ســرمايه دارۍ خالف دے۔ د ظلم او جــبر خالف دے۔ دا نظريــه قلنــدر مومنــد ښــه
غور ،فکر او مطالعې کولـو نـه پس خپلـه کـړې ده۔ ځکـه خـو د قلنـدر مومنـد پـه شـاعرۍ د انقالب او
مزاحمت ډېر مضبوط رنګ موجود دے۔ ګر چې د مزاحمت او انقالب د خبرو د پاره د غزل لمن ډېــره
لنډه تنګه وي او د غزل نام ،نازک او لطيف مزاج د بعضو ســختو ټکــو هم متحمــل نــه وي ،خــو قلنــدر
مومند د انقالب او مزاحمت رنګ په خپل غزل کښې ډېر په هنر او فن کارۍ سره ځــائې کــړې دے۔ پــه
داسې انداز او په داسې طريقه ئې دې ته ځائې ورکــړې دے چې د غــزل تغــزل ئې پــرې نــه دے متــاثر
شوې بلکې غزل کښې ډېر په خونده ور انداز سره دغه فکر وړاندې کــړے دے۔ د مــزاحمت او انقالبي
افکارو د پاره اکثر د نظم آزاده او فراخه لمن پکار راوستلے شي ،قلندر مومند پــه خپلــو نظمونــو کښــې
هم خپل دغه مزاحمتي او انقالبي افکار په ښۀ شان سره وړاندې کړي دي خو تر څو چې د غزل خبره
ده ،قلندر پدې کښې خپل قلندرانــه شــان برقــرار ســاتلے دے۔ اوس دا خــو شــاعرانه تعلي ده چې قلنــدر
مومند ئې په خپل يو غزل کښې کــوي خــو بيــا هم دا وئيلے کيــدے شــي چې د غـزل غـرور ئې هم قــائم
ساتلے دے او خپل مزاحمتي او انقالبي رنګ ئې هم پکښې په ډېر هــنر او فن کــارۍ ســره ځــائې کــړې
دے۔
په اردو د مزاحمت او انقالب رنګ په نظم او غزل دواړو کښې په داسې انداز او داســې ښــکلي
امتزاج سره فېض احمد فېض وړاندې کړے دے او فېض احمد فېض هم چې کله د غزل په صــنف
دغه انقالبي او مزاحمتي افکار وړاندې کـوي نـو د غـزل نـازک مـزاج پـرې نـه درنـوي او د تغـزل او
203
ايمائيت او رمز او کنائې صفات ئې برقرار ساتي۔ حنيف خليل د قلندر مومند د دې شاعرانه کمــال ذکــر
داسې کوي:
" دغه مزاحمت د هغه د ترقي پسند سـوچ او اشـتراکي نظـريې يـوه برخـه ده۔ د دې
قسمه هيجاني جذبې ،رسا فکــر او جاللي کيفيت د ښــودنې لپــاره عموًم ا د نظم الره
خپلولے شي۔ ځکه چې د غزل نازک مزاج او د تغزل تقاضې د دې قسمه جــذبې او
احساس دروند بــار نــۀ شــي اوچتــولے خــو د قلنــدر صــاحب فنکارانــه صــالحيت او
شــاعرانه رياضــت هغــه پــدې هم قــادر کــړے دے چې د غــزل پــه لمن کښــې دغــه
()118
ملغلرې هم واچوي او د تغزل شان هم برقرار اوساتي"۔
د دې بحث خالصه دا شوه چې قلندر مومند په غزل کښې عمراني افکار په ډېر فن کارانه فــني
رياضت سره وجود لري۔ اګر چې دغه عمــراني افکــار د اشــتراکيت د نظــريې پــه رنــګ کښــې دي خــو
پخپله عمرانياتو کښې د کارل مارکس د نظرياتو انګازې وجود لري ۔
اندېش شمس القمر(1933ء ـ۔2015ء) د پښتو د جديد غزل يو داسې نوم دے چې د جديد غزل
شان دے ،وقار دے ،عزت دے ،او شمله ده۔ اندېش د پښتو غزل په رښتيا جوړ د جدت سره اشنا کــړو۔
هغه د خدائي خدمتګار تحريک سره نظرياتي تړون لرلو۔ هم دغه وجــه ده چې د انــدېش پــه شــاعرۍ د
پښتو ،پښتونولۍ او پښتو ژبې ،او کلتور سره ډېره ليونۍ مينه ده۔ د اندېش د شاعرۍ کمــال دا دے چې
هغه نوي ،نوي اصطالحات ،تشــبيهات او اســتعارې او کنــائې پــه داســې ډول اســتعمال کــړي دي چې د
شعر رنګ او خوند ئې يوه په دوه کړې دے۔ د اندېش د شعري فن معجــزه ده چې لفظونــه ،ترکيبونــه او
اصطالحات په داسې يو ساحرانه اندار کښې مستعمل دي چې خپل لوســتونکو اوريــدونکو زړۀ او ذهن
په خپل ولقه کښې راګېر کړي۔ پدې فن کښې انــدېش تــه انفــراديت حاصــل دے۔ د انــدېش شــمس القمــر
غزل د پښتو د کالسيکي روايت امين غزل دے او دې سره سره د جدت او رومان يــو ښــکلے شــاهکار
هم دے۔ ګويا د کالسيکي روايت او د رومان يو شريک رنګ د اندېش غــزل کښــې موجــود دے۔ انــدېش
ادب د ژوند ترجمان ګڼي او په عملي ډول دې نظرئې سره مال تړ کښې والړ دے۔ خو هغه فن هم چرې
نــدے قربــان کــړے۔ د خپــل اولس خــبره ،د خپلې خــاورې خــبره ،د خپلې معاشــرې او کلتــور خــبره ،د
خپلواکۍ خبره او بيا په خصوصي توګه د پښتو د ژبې خبره خو دومره په تکرار او اصرار ســره کــوي
چې د غزل لطيفه ،باريکه او رنګينه جامه ډېر په ښکلي اندار کښې د خپل وجود سره قبلــوي۔ فــېروز
خان صادق د اندېش شمس القمر د غزل په حقله ليکي:
" د هغه نظمونه د خپل وخت ترجمــاني کــوي خــو پــه بنيــادي توګــه انــدېش د غــزل
شاعر دے او په غزل کښې هم ده ځانګړے مقام او مکتب دے ځکه چې د دۀ غــزل
د ګل او بلبل يا عشق او رومان خبرې نه دي بلکې د ټول ژونــد عکاســي کــوي چې
يو طرف پکښې د نړۍ ټول حاالت رانغښتې شوي دي نو بــل طــرف تــه ئې د خپــل
ملک ادلون بدلون هم په پام کښې نيولے دے ۔ په تېره تــېره بيــا د پښــتون اولس د
204
د اندېش غزل د پښتو جديد غزل دے خــو انــدېش خپــل پــدې جديــد غــزل کښــې د جديــد دور پــه
تهذيب ،د جديد دور په ناکړدو او د جديد دور په وحشت باندې خبره هم ډېره په نره او جوخته کــوي ۔ د
جديد دور ځنې جدتونو انسان دومــره بې وســه کــړې دے او دومــره ئې زپلے دے ،چې دغــه عصــر او
دغه زمانې او دغه تهذيب ته مهذب وئيل ډېر ګران شي خو اندېش هم د دې جديد دور د تهذيب د اوچتو
مينارو د انسان وينې توييونکو ته او د انسان د کپرو نه مينارو جوړونکو تــه خپــل د زړۀ نــه وتلے آواز
رسولے دے۔ او د جدت او مهذب په نوم مست دغه خوني ځناور ته ئې د دې احساس ورکړے دے چې
اصل انسانيت ،اصل تهذيب او حقيقي مهذب څۀ ته وئيلے شي:
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
جديديت مطلب دا ندے چې شاعر ،اديب او ليکوال په خپلې ماضي ته ،خپلو اقدارو ته ،خپل
کلتور او تهذيب ته بالکل شا کړي ،او د نوي دور ،نوي تهذيب او نوې زمــانې پــه الســو کښــې بــه خپــل
واګي ورکړي او چې چرته ئې هم دا روان کړي ورپسې به درومي۔ شاعر ،اديب او ليکوال چرته هم د
خپلې ماضۍ نه سترګې نشي پټولے۔ هغه د جديديت سفر په پټو سترګو نه بلکې پــه رڼــا ســترګو کــوي ۔
يوازې په بصارت نه بصيرت سره پدې الره سفر کوي ۔ ولے چې دا سفر او مــزل پــه خال کښــې نشــي
کېدے ۔ دې سفر او مزل د پاره به د هغه پښې په خپله مــزکې جوخــتې لګيــدلے وي او هلــه بــه پــرواز
کوي ۔ عبدهللا جان عابد د جديديت او روايت د دې سفر په حقله ليکي:
" جدیدیت کا قطًعا مطلب یہ نہیں ہے کہ شاعر یا ادیب اپنے ماضی اور
اپنی روایت کے ساتھ اپنے تعلق کو منقطـع کـردے ،بلکہ جدیدیت سـے
مراد یہ ہے کہ وہ اپنے ماضـی ،اپـنی روایت اور اپـنی کالسـیکی اقـدار
کے ساتھ وابستہ رہتے ہوئے ،اپنے شــعر و ادب کــو اپــنے زمــانے کے
فکری اور معنوی تناظر میں اس انداز سے اجاگر کرے کہ اس کا عہــد
205
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
د يو قوم فرائض څۀ دي چې په هغې باندې عمل اوکړے شي او هغــه قــوم پــه حقيقت کښــې يــو
قوم جوړ شي۔ د دې سوال ګڼ جوابونه کېدے شي ،چې د قوم په فرائضو کښې څۀ څۀ شــامل دي ۔ دې
کښې لوئے واړۀ ګڼ شے فرائض راتلے شي۔ د معاشرې هر فــرد چې خپـل خپـل فــرائض او پـيژني او
هغه په روڼ تندي او د زړۀ د اخالصه تر سره کولو ته تيار شي ۔ دا رويه او دا سوچ او کار د هر قوم د
عظمت نخښه وي۔ " عمراني پوهان دا خبره کوي چې د قوم د عظمت او لوړتيا اډاڼه پدې خــبره ده چې
206
د هغه قوم د خپلو فرائضو په حقله احساس څنګه دے۔ هغه خپل فرائض څنګــه او پــه کومــه طريقــه تــر
()123
سره کوي"۔
اندېش هم خپل د معاشرې وګړو ته د هغو بعضې واړۀ واړۀ فرائض ياده وي ځکه چې کله فرد
خپل واړۀ فرائض اوپيژني په هغې عمل اوکړي هله د لوئے لوئے فــرائض ذمــه دارۍ هم پــه ښــۀ شــان
ترسره کوي۔ اوس د دفتر په کمپيوټر د يار تصوير ايستل هغه ته ښۀ نه لګي ولے چې دلته فرائض څــۀ
نوره تقاضا لري ۔ داسې سړے هغه په زړۀ خو روغ ګڼي خو په سر ئې بې ايمانه بولي۔ تصوير خـو هم
يوه خبره ده خو اندېش خو د دفتر په کاغذ شعر ليکل هم ناروا بولي:
ښـــــۀ وۀ پـــــه زړۀ روغ دے ،خـــــو پـــــه ســـــر بې ايمانـــــه شـــــوې دے
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
فکري طور سره ناداره قوم او اولس بيا رو رو مادي طور سره هم نــادار او مفلس شــي او چې
دغه مفلسي راشي بيا قوم ،قوم پاتې نشي ،معاشره تس نس شي ،يو بحران او انتشار مينځ ته راشي۔ بيا
الر د ازغو نه ډکه شي او هوا د لشو نه ډکه شي۔ په ښاريو کښې بال ګانې پېدا شي او د ښار نه ځنګل
غوره اوګرځي۔ لوئے تهذيبونه ړنګ شي۔ اولس او معاشــرې ګــډې ودې شــي۔ قومونــه د انتشــار او ذلت
ښکار شي۔ د اندېش اندېښنې څومره رشتينې دي:
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
()125
زمــــــــا يقين دے چې ځنګــــــــل کښــــــــې هيڅ بال نــــــــه خــــــــوړې
اندېش شمس القمر د خپـل اولس او معاشـرې پـه رګ رګ پوهـه دے او خـبر دے۔ ځکـه خـو د
سياست په الره وي ،که د مذهب په الره وي او که د بې ځايه او غلطو پاليسو په صورت وي کــه خپــل
حکمرانان ئې کوي او که بــيروني طــاقتونو د الســه وي خــو چې دې اولس ،د معاشــرې او د د ملــک د
تباهۍ سبب جوړيږي هغه پرې په شيرينه او پسته ژبــه پــه صــوري او معنــوي ښــکال ســره خپــل د زړۀ
ضمير خبره څرګنده کوي۔ ډاکټر اسرار د اندېش د شاعرۍ دغه عمراني موضوعات داسې بيانوي:
" د اندېش په غزل کښې چې کومه ژبني او معنوي ښکال ،کوم تغزل ،کومه نــازک
خيالي ،کومه خيال افريني ،کوم پښتني رنګ ،کومه د خپلې ژبې قوم او مذهب ســره
مينه ،په درغله او بې عملي خلقو ټکونه ،د وخت د حکمرانانو او بيروني طاقتونو د
پښتو په ضد د پاليسـو او علميـاتو غندنـه ،کـوم د تشـدد نـه د نفـرت ،د پښـتنو پـه بې
اتفاقۍ خفګان ،د پښتنو د يووالي او منزل په لور د تګ او جدوجهد پيغام دے دا هــر
()126
څۀ په ډېر ښکلي شاعرانه رنګونو کښې ځلونې کوي"۔
د اقبال نرګس په خپلې بې نورۍ ژاړي ولې چې ديده ور په زرګونــو کــالو کښــې چرتــه څــوک
پېدا کېږي۔ او دغه رنګ په خراسان کښې بايزيد او په قــرن کښـې اويس قــرني رح هم پـه مـودو کښـې
پېدا کېږي۔ اندېش هم دغه فکر وړې دے ،دغه غم او وسوسې راغســتے دے ،چې پــه ســړو کښــې "
سړے" په ګرانه پېدا کېږي او د انسان د وژلو دومره آسانۍ پېدا شوې چې څۀ حساب نشته ۔ که هــر
څــومره انســان سائنســي او مــادي تــرقي اوکــړه خــو د انســانيت د معــراج نــه ورځ پــه ورځ پــه ښــکته
غورځيږي۔ دغه خبرو ته چې انــدېش ســوچ راواخلي نــو د وجــدان پــه غوږونــو کښــې ئې ګرمــه ســيکه
اوڅاڅي ،دا ګرمې سيکې د اصطالح څومره معني خيزه ده۔ د سيکې او د بارودو رشته ځان کښې پخه
ده او چې دغه دواړو ته اندېش فکر شي نو د سړيتوب کلمه درسته کــړي او د بــاررودو د انبــاره راتــاؤ
شي:
يـــــو خـــــوا پـــــه ګرانـــــه پېـــــدا کـــــېږي پـــــه ســـــړو کښـــــې ســـــړے
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
د عمراني شعور دا رڼا د اندېش د شاعرۍ روح دے۔ هغه په جوش کښې خبره نه کوي ،ښۀ په
هوش کښې په سړه سينه او غور او فکر سره خبره کوي ۔ ځواني پــرې تــيره شــوې ده اوس د زلفــو پــه
ولونو شعر نه ليکي خو د حاال تو په نخرو خو غزل ليکلو نه انکاري نه دے:
رحمت هللا درد(1934ء ــ 201 6ء) د پښتو د جديد غزل يو معتبر نــوم دے۔ رحمت هللا درد
د خپل تخلص په لحاظ اسم بالمســٰم ی دے۔ درد اګــر چې د دۀ تخلص دے خــو د رحمت هللا درد شــاعري
هم واقعي د درد شاعري ده۔ د غزل کوم شعر ئې چې هم سړے لولي يا اوري د درد احســاس ،کيفيت د
سړي په زړۀ او ذهن خوريږي۔ رحمت هللا درد يو رومــاني غــزل ګــو دے۔ اختصــار ،ايمــائيت ،خــواږه
پاستۀ لفظونه او د مينې محبت او ښکال شاعري د رحمت هللا درد د شــاعرۍ اهم وصــف دے۔ د رحمت
هللا درد اکثره شاعري سهل ممتنع مثال او ثبوت دے۔ نازک خيالي ،رنګين بياني ،بې ساختګي ،سادګي
()129
خو د فني پختګۍ په کالو ښائسته شاعري ده ۔
درد صاحب غزل د خپل شوق او ذوق د تسکين د پاره ليکلې او د دې په ذريعه د څۀ شهرت او
نوم نمود طلبګار نه دے۔ خپل داخلي احساسات او جذبات ئې په غزل کښې شامل کړي دي۔ د غزل ګــو
()130
د روماني نظرئې علمبردار دے ،سطحيت اوليت مقصديت ئې مطلب او مقصد نه دے۔
د رحمت هللا درد د غزل خپل يو خاص رنګ او انداز دے۔ د خپل اولس او د خپلې معاشرې ئې
ښۀ ژوره مشاهده کړې ده او د دغه ژورې مشاهدې په سبب د مينې او درد يو خــوږ کېفيت او لــذت او
سوز راپېدا شوې دے چې لوستونکي او اوريدونکي ته ډېر اپيل کوي ۔ د غزل ئې خپله لهجه ده چې د
()131
خاصو لفظونو ،او عالمتونو په ذريعه ئې د درد غزل ته يو امتياز شان ورکړے دے۔
د رحمت هللا درد د شــاعرۍ پــه حقلــه د دې خــبرې ذکــر اوشــو چې د هغــو شــاعري رومــاني
شاعري ده۔ په روماني شاعرۍ کښې حرکت او عمل عنصر نسبًتا زيات وي ۔ تنوع او حرکت د روماني
شاعرۍ صفت دے خو انداز ئې خوبولے وي ۔ رومانيت په اتلسـمه صـدۍ کښـې د کالسـيکيت پـه ضـد
مخے تــه راغے ،ولے چې کالســيکيت پــه ګڼــو مصــنوعي او خــود ســاخته دائــرو کښــې قېــد کــړي۔
کالسيکيت د جامدې او پابندې فضا نه رومانيت په مخه راغلے۔ ()132ډاکټر انور سديد خپل کتاب " اردو
کي ادبي تحريکيں" کښې د رومانيت په حواله مزيد تفصيل سره داسې بحث کوي:
" رومانی فن کار خوابوں کی دنیا میں ہلکور ے لیتاہے تا ہم حقیقی دنیا
کے ساتھ رابطہ قائم رکھتاہے اور جن صداقتوں کو وجدان کے وســیلے
سے دریافت کرتا ہے اس کو عامۃ الناس پر منکشف بھی کرتــا ہے۔ اس
زاویے سے رومانی فن کــار ایک ایســا صــوفی ہے جــو آگ لینے کے
لیے جاتا ہے تو الــواح بھی سـاتھ لے کــر آتــا ہے۔ رومــانی تحریک اس
209
فوج کی مانند ہے جو کسی تند جذباتی کیفیت میں دشمن کے ملــک کــو
روندتی چلی جاتی ہے اور پھر اس ملک کو فتح کرکے مطمئن ہوجــاتی
ہے ۔دشمن کایہ ملک پورا معاشــرہ بھی ہوســکتا ہے اور خــود ادیب کی
()133
ذات بھی"۔
ترجمه:
" روماني فن کار د خوبونو پـه دنيـا کښـې ټـاټۍ خـوري خـو د حقيقي دنيـا سـره يې
رابطه قائمه وي او کوم صداقت چې د وجدان په ذريعه دريافت کــوي هغــه پــه عــام
اولس هم څرګندوي ۔ دې زاويې نه روماني فن کار يو داســې صــوفي دے کــوم چې
اور اخستو له ځي او ځان سره "الواح" هم راوړي ۔ روماني تحريک د هغه فوج په
شان دے کوم چې ډېر د غصے او جذباتو پـه کېفيت کښـې د دشـمن ملـک تس نس
کړي او بيا فتح کړي او مطمئن شي۔ د دشمن دا ملک پوره معاشره هم کېدے شــي
او پخپله د اديب ذات هم"۔
رحمت هللا درد که هر څو روماني شاعر دے خــو د خپــل درد لــه کبلــه خــوب ورتــه جــوټې نــه
ورکوي هغه خپل داخلي او خارجي دردونو بېدار ساتلے دے۔ او دغــه درد هغــه خپــل ذات ســره ســره
خپلې معاشرې ته هم په روماني انداز کښې منتقل کړے دے۔ رحمت هللا درد ځان سره د شاعرۍ د کوه
طور نه "الواح" راوړي دي ،لکه چې پخپله وائي:
د هر پښتو شاعر په شاعرۍ کښې چې پښتون ،پښتونولي ،او د پښتنې خاورې او کلتور ذکر نــه
وي ،هغه د پښتو د شاعرۍ په شرعي برابر نه وي۔ ولے چې دا ټـول د پښـتون د معاشـرتي ژونـد سـره
تړلي دي۔ هغه پښتون نه دے چې د پښتونولۍ په ضابطه ،آئين او قانون برابــر نــه دے۔ رحمت هللا درد
که هر څو د محبت ،مينې ،د حسن او عشق خبره کوي خو آخر پښتون شــاعر دے د هغــه رومــانيت هم
پښتون دے ،مينه ،محبت هم پښتون دے۔ اوس چې درد په خلقو کښې غېرت او حيا نه ويني کــوم چې
د پښتون ښائست ؤ نو پدې وئيلو مجبوره شي چې :
په هره معاشره کښې اوسيدونکي خلقو کښې څۀ تضادات موجود وي ۔ څه داسې څيزونه چې د
هغو ښو اصولو او قاعدو سره سمون خوري۔ او د هغو په سينه جامه د تور داغ په شان وي ۔ رحمت هللا
210
درد ته هم د خپل اولس او د معاشرې ټول ښۀ خصوصــيات معلــوم دي او د هغې ســتائينه هم کــوي خــو
چې کله ئې څۀ معاشرتي عيب په نظر راشي په هغې باندې هم اسره نه کوي او اظهار کوي۔ دا د دې د
پاره چې د معاشرې اصالح اوشي۔ ”ولور” هم د پښتنو په معاشرتي ژوند کښې داسې يــو عيب دے چې
رحمت هللا درد ورته د ګل په مقابله کښې خار وائي:
" مـــــــــا بـــــــــه ولې ويـــــــــل چې " ګـــــــــل بې خـــــــــاره نـــــــــه وي
()136
د ولــــــــــــور رواج کــــــــــــه نــــــــــــه وے پښــــــــــــتنو کښــــــــــــې
پښتو د هر پښتون د پاره د خپل ځان ،خپل مال او اوالد نه هم زياته خوږه ده يــا زياتــه ګرانــه ۔
کۀ ډېر هم صبر کوي ،استقامت او زغم نه کار اخلي۔ په ځان باندې جبر کوي ،خو چې کله خـبره پښـتو
ته راشي بيا دې ته نه ګوري چې څۀ به کېږي۔ نتيجه به ئې څۀ رااوځي۔ د مال ،ځان او د اوالد تـاوان
دے پکښې۔ بس يو اور دے چې اولګي۔ او اور بيا دا نه ګوري چې وچ کوم او لمدۀ کوم دي خو بــامبړه
شي:
خو پښتو سر ته رسول هم ګران کار دے۔ هر سړے پښتو سر تـه نشـي رسـولے۔ خـو بيـا ځـنې
داسې بې پښتو کارونه هم وي چې هغه ډېر عيب ګڼلے کېږي۔ پښتون همېشه پــه خپــل دښــمن مخــامخ
ورځي۔ د شا د لورې ګزار نه کوي ،مخامخ مقابله کول نرتوب ګڼي۔ اعالن کوي چې ميدان ته رااوځه ۔
درد هم دغه صفت باندې مئين دے۔ ګوزار ئې د دشمن نه خوړل دے خو خفا نــدے۔ پــدې ســبب نــه دے
خفه چې دشمن ئې کار بې پښتو کړے دے۔ اوس کــه زيــان ،تــاوان دۀ تــه رســيدلے هم دے خــو خفګــان
پرې نه کوي۔ ځکه چې دشمن کار بې پښتو کړې دے۔ پښتو ئې سر ته نه ده رسولي:
اوس که دشمن د شا له لوري ګـوزار کـړے دے او دغـه کـار بې پښـتو کـار دے خـو د پښـتون
دشمني خو هم آسانه نه ده۔ دغه عداوت ختمېږي خو نه ،بدل ته بــه رســي۔ درد هم لکــه د حمــزه بابــا د
محبوب د بانۀ ذکر کوي او دغه ورته هم په خوئې بوئې کښې پښتانۀ ښکاري ۔ ځکه چې عادت د پښــتنو
کوي ،کار د پښتنو کوي:
211
خلق خپل دشمن ته په خېرو او بد دعا باندې ستړې شي ۔ ورک دې شي ،تباه او برباد دې شي،
غرق دې شي ،غرض څۀ داسې بد دعا او خـېره نشـته چې څـوک بـه ئې پـه خپـل دشـمن نـه پـېرزو
کوي۔ خو درد خپل دشمن سره عجيبه مينه ساتي او هغه مينه هم د پښتو په ســبب ده۔ چې لــه خپلې ژبې
نه نۀ اوړي خو پښتون دے کنه او پښتون ته په خوله بد دعا نه راځي:
خو ضروري خبره دا هم ده چې پښتون پدې ځان پوهه کړي چې پښــتو پــه اصــل کښــې څــۀ ده۔
پښتو د کوم ځائې نه شروع کېږي او کوم ځائې د پښتو په ځائې جهالت شروع کېږي۔ دا هغه پوهه او
شعور دے چې بايد چې هر پښتون ته حاصل شي۔ ګڼي پښتو ،پښتو کولو سره د پښتون د نسـلونو ژونـد
په عذاب دے۔ ولے چې پښتو او جهالت او جټ توب کښې فرق او امتياز نشــته ۔ پښــتون چې پــه رښــتيا
پښتون وي هغه نا ظلم ،جبر او غلط کار نشي کېدے۔ ننګ څۀ شے دے ،غېرت څــۀ تــه وائي ،دپښــتو
څۀ مطلب دے چې دا پوهه د پښتون په معاشــره کښــې راشــي ډېــرې مســئلے ،ډېــرې کشــالې او ډېــرې
شخړې به د مينځه اوځي۔ په ډېرو ځايونو کښې او په ډېرو موقعو کښې پښــتون د پښــتو پــه نــوم جهــالت
رانيولے دے۔ د رڼا الر ترې ورکه شوې ده او د تيارو سره په جنګ دے ۔ په خود کښې نه دے بېخوده
دے۔ ځکه خو درد پدے وئيلو مجبور دے:
سليم راز د رحمت هللا درد په شــاعرۍ بانــدې د هغــه د شــاعرۍ بنيــادي حوالــه حســن او جمــال
باندې بحث کوي ،چې درد په هر څۀ کښې ښکال لټوي او په ژوند کښې ښائســت پېــدا کــول د شــاعرۍ
مصدر او محور دے۔ او درد هم دغې ته رښتينې شاعري وائي۔ خو درد د حسن او جمال په رنګونو او
خوندونو کښې داسې ندے ورک چې خپل سـماج او خپـل اولس او خپلـه معاشـره تـرې بيخي هـېره ده۔
هغه د بوډۍ د ټال رنګونو سره د خپلې معاشـرې تصـوير سـازي کـوي او دا فن پـه دومـره کمـال سـره
ورته زده دے چې "کماِل فن" ورته وئيلے کېدے شي۔ د غزل شاعر دے۔ ټول جهان رنګول غــواړي۔
212
د غزل شاعر له بدرنګي بېخي بده شي ،هغه که هر چرته وي که د حسن او جمال په حواله وي او کــه
د معاشرتي ژوند په حواله ۔ سليم راز هم په دغه حواله ليکي:
" درد هم په دغه نظر ژوند ته کتلي دي ،ځکه په خپلې شاعرۍ کښې يې د انســان د
خوشحاليو ،ارمانونو او د ژوند رومــانونو تــه ژبــه او نظــر ورکــړے دے۔ د امن او
مينې خوبونه يې تعبير ته وړاندې کړي دي او دنيا ته يې د حسن او ميــنې نــه عالوه
په بل نظـر هـډو کتلي نـه دي او دا يې د اعٰل ى انسـاني معاشـرت بنيـاد او ضـرورت
ګڼلے دے او همدغه فکــر و نظــر د درد موضــوع او زړه پــورې مضــمون دے۔۔۔ د
درد يو وصف دا دے ،چې د خپل کليوال ماحول او پښتنې ادبي ســماجيات د دائــرې
نه بهر نه دے وتلے۔ بلکې درد د خپل عصر د غوښتنو او سماجي ،سياسي مســائلو
شــعور او آګهي لــري۔۔۔۔ د هغــوي ادراک او شــعور د خپــل اولس خــواروزاره ورځ
ليــدلې او محســوس کــړې ده او د خپلې خــاورې د بــدبختۍ او بربــادۍ اســباب او
()142
وجوهات يې په ډاګه کړي او هغه د جبر تور مخونه ورته بربنډ کړي دي ۔
درد چې په کوم عصر کښې ژوند کوي هغه ګران عصر دے۔ معاشره يو شمېر ستونځو ســره
مخ ده۔ معاشرتي بدلون ( )Social Changeپه کښې روان دے۔ د تاريخ يو مسلسل جبر سره په جنــګ
ده۔ زړونه د خلقو ډک دي۔ اولس غېر محفوظــه دے۔ ټــول معاشــرتي اقــدار د پښــو النــدې کــړلے شــو۔
چاؤدنې دي ،ښارونه څۀ کلي او بانډې هم غېر محفوظ دي ۔ يوه يره او دهشت چـاپېره خـور دے چې
د معاشرې د بې سکونۍ او بې آرامۍ لوئے سبب جوړ شوې دے۔ درد د بارودو ســوداګرو تــه مخــاطب
دے چې زه خپل وطن کښې د سپرلو غوښــتونکے يم ،د خپــل وطن نــه جنت جــوړول غــواړم ،تاســو د
بارودو سوداګرو سره مې رشته تعلق او خپلولي نشي کېدے۔ درد ته احساس دے چې اوس په کــور او
کلي کښـې د بال ګـانو راج دے۔ نـه جومـات محفـوظ دے او نـه حجـره محفوظـه دے۔ جومـات د امن او
سکون ځائې ؤ ۔ خلق دلته د هللا عبادت کوي د روحاني سکون او قرار د پاره راځي ،د خپلو ګنــاهونو د
بخښنې د پاره راځي۔ خو اوس پرې هلتــه هم چــاؤدنې اوشــي۔ پــه حجــرو کښــې هم محفـوظ نــه دي ۔ پــه
جنازو کښې هم محفوظ نه دي۔ در د د خپل اولس او د خپل ځان په ګناه نه دے خبر چې ګناه ترې کومه
شوې ده ۔ شيخ سعدي په بوستان کښې د دمشق د قحط ذکر کوي چې داسې قحط راغلے ؤ چې خلقو نــه
بل هر څۀ هېر کړي وو۔ د يارانو نه يې عشق هم هېر کړې ؤ۔ د رحمت هللا درد دا عصر کــه د قحــط
سره نه دے مخ خو د امن د قحط سره خو مخ دے ،ځکه د درد نـه رقيب هـېر شـوے دے او ترهګـرو
ته ښېرې کوي ولے چې چې د خوف ،يرې ،او د دهشت په ماحول کښې ال لي سم د ماښامه ور پورې
کړے وي۔ که دا هر څۀ رحمت هللا درد د رومــانيت پــه جامــه او لبــاس کښــې وائي۔ د حســن او عشــق د
اســتعارو او تشــبيهاتو پــه اړونــد يې پېش کــوي۔ خــو دلتــه د دې خــبرې وضــاحت ضــروري دے چې
عمراني پوهان هم دغه وائې چې شاعر هر څۀ د خپلې معاشــرې ،خپــل اولس ،خپــل چاپيرچــل نــه اخــذ
کوي ۔ پدې حواله د درد دا شعرونه د کتو دي:
213
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
نـــه پـــه جومـــات کښـــې يـــو محفـــوظ نـــه پـــه حجـــرو کښـــې مـــامون
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
مــــــا خــــــو د هــــــر ســــــړي لــــــه زړه نــــــه احــــــترام کــــــړے دے
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
دلتــه د رحمت هللا درد د کالم پــه مختلفــو حوالــو بانــدې ســماجي توضــيح اوکــړلے شــوه مقصــد
صرف دا ؤ چې د پښتو د جديد غزل ګو شاعران يـا پـه نـورو لفظونـو کښـې د شـلمې صــدۍ غـزل ګـو
شاعران که د فن فکر په لحــاظ د کــوم يــو مکتب ســره هم تعلــق لــري خــو پــه څــۀ نــه څــۀ رنــګ د ادبي
عمرانياتو په حواله پرې بحث کېدلے شي او ځکه کېدلے شي چې دغه حــوالې ئې پــه شــاعرۍ کښــې
موجودې وي ۔ د ادب او د معاشرې تړون د يو بل سره ډېر مضبوط دے او ځکــه خــو عمــراني پوهــان
پدې حواله ليکي:
" مگر ادب کی سماجی توجیہہ اور ســماجی ارتقــاء کے ذریعے اس کی
تقسیم ادبی سماجیات کا محض ایک پہلو ہے۔ ادب کا تعلق الزم طور پر
کسی نہ کسی حد تک فن کار کی شخصیت ســے بھی ہوتــا ہے اور ادبی
سماجیات کے نقطہ نظر سے ہر فن کار ایک ایسا سانس لیتــا ہــوا انسـان
ہے جو اپنے سماج کـا حصـہ ہے ،اس کے کسـی نہ کسـی طبقے سـے
تعلق رکھتا ہے ،وہ اپنے خاندان کا ایک فرد بھی ہے ،وہ کسی کــا بیٹــا
بھی ہے ،کسی کا بھائی بھی اور کســی کــا محلے دار بھی۔ اس اعتبــار
سے اس کی سماجی پہچان ہے اور اس کا اثر محض نفسیاتی ســطح پــر
نہیں سماجی سطح پــر اس کے احساســات ہی پــر اس کی پــوری حســیت
()144
اور پوری آگاہیوں پر پڑتا ہے"۔
ترجمه:
ولے د ادب ســماجي توجيــه او د ســماجي ارتقــاء پــه ذريعــه د دې پوهنــه د ادبي
سماجياتو يو اړخ دے۔ د ادب تعلق ال زمي طور سره تر څۀ نه څۀ حده پــورې د فن
کار شخصيت سره هم وي او د ادبي سماجياتو نقطه نظر سره هر فن کار يو داســې
ساه اخستونکے انسان دے کوم چي د خپل سماج هم يــو برخــه ده او د دې د څــۀ نــه
څۀ طبقې سره يې تعلق وي ،هغه د خپل خاندان يو فرد هم دے ،هغه د چا ځوئې هم
دے ،د چا ورور او د چامحلے دار هم دے۔ او پدې اعتبار د دۀ سماجي پيژنــدګلو ده
او د دې اثر يوازې په نفسياتي ســطح بانــدې نــه وي ،ســماجي ســطح بانــدې د دۀ پــه
احساساتو باندې نه د دۀ په پوره حسيت او د دۀ پوره پوهنې باندې هم پريوځي۔
اوس که مونږ پدې نظر سره د رحمت هللا درد د شاعرئ جاج واخلو نو دا خبره بــه ســپينه شــي
چې هغه هم د خپلې معاشرې خپل سماج او معاشرې نه په ذهني ،او نفسياتي سطح باندې متــاثر دے۔ او
يوازې د محبوب زلفو او سترګو کښې نــدے راګــېر بلکې دې هــر څــۀ ســره هغــه معاشــرتي شــعور او
ادراک هم لري ،کوم چې د هغه په شاعرۍ کښې يا په غزل کښې ځائې پــه ځــائې پــه نظــر راځي۔ اوس
215
شاعر چې هر څوک وي د هرې ژبې وي هغه داسي شاعري خو هرګــز نــه شــي کــولے چې لفظونــه ،
جملې ،محــاوري ،تشــبيهات او اســتعارات او ځــنې نــورې فــني او ادبي صــفات دې خــالص پــه خشــک
فلسفيانه انداز کښې راواخلي او شعريت او ادبيت دې پکښــې مفقـود وي ۔ دغـه خصوصــيات د شــاعرۍ
جامه وي ،ښائست وي او ښکال وي ۔ شاعر خو تلخ حقيقتونه د الفاظو په شيرينۍ ،ميــنې ،ښــکال جمــال
و جالل سره رنګين کړي او خپل اولس او معاشرې ته ئې وړاندې کړي۔ د رحمت هللا درد پــه شــاعرۍ
کښې سماجي توکي ،معاشرتي پوهه ،ادراک او شعور ځــائې پــه ځــائې پــروت دے۔ د پښــتو پــه نــوم ،د
سياسي شعور په رنګ ،د معاشرتي قدرونو په جامه کښې ،د جديد دور د تقاضو او پوهې په رنګ:
درد خپل په معاشره هم تنقيد کوي ،په سياست هم نيوکے کوي ،د ښار او د کلي خبره هم کوي،
خړ کورونه هم ياده وي ،جرګه مرکه هم ستائې ،د غريبۍ د درد او احساس خــبره هم کــوي ۔ د امن او
بې امنۍ ذکر هم کــوي ،ورور او تربــور بحث هم کــوي ،د قاتــل او د مقتــول د ظــالم او د مظلــوم نــه هم
سترګې نه دي پټې کړې ،که په غم جانان کښې مست دے خو غم د روزګـار نـه بې خـبره نـه دے ،او د
پښتنو زنانوؤ د قدر عزت او حق آواز هم پورته کو۔ او د هر څه د معاشرتي شعور ادارک دے۔
په شاعرۍ کښې غزل يو داسې صنف دے چې لطافت او نزاکت ئې جامه ده ۔ که چې لطافت او
نزاکت کښې کمي کوتاهي راشي ،غزل کښې غرابت ترې پيدا کېږي چې د ذوق سليم ســره ســمون نــه
خوري۔ پدې وجه د غزل پوهانو غرابت د غزل عيب ګڼلے دے۔" غــزل د شــاعرۍ هغــه ښــکلے پيکــر
()147
دے چې د رمز ،ايمائيت ،سوز او ګداز ،موسيقيت او ايجاز ئې باطني خواص دي۔
نق ف ت غ خ غ
ے ي۔ ش اوس چ ې پ ه فزل کښې دا صوصيات ن ه وي ،هغ ه زل پ ه ن ي وګه کمزوې ،ا ص او فمعيوب ګڼل
ق ق ف ئ ف
اوس کت ل دا پکار دي چ ې ن وائ يڅۀ ت ه چ ې د ن ي ج ا زې وض احت پ هښۀ ج وړ اوش ي۔ ح يظ صدي ي د ن پ ه ح له ليکي:
ترجمه:
خوشحالۍ ورکولو ۱۔ د ژوند يا حقيقت داسې عکاسي يا ترجماني کول چې په
باندې خالص شي۔
۲۔ يوازې په اظهار د اکتفا کولو په ځائې د حسن اظهار شعوري کوشش۔
۳۔ د فنکار د خپل شخصيت عکس چې په هغې کښې سماجي شــعور بنيــادي اهميت
لري۔
۴۔ د فنکـــار د تخيـــل شـــاملېدل کـــوم چې ژونـــد تـــه زيـــات منـــډلے کـــوټلے
شکل ورکوي۔
217
۵۔ د خپل خطاب په حلقه ( اوريدونکو ،کتونکـو او لوسـتونکو) يـو واضــح احسـاس
چې په ابالغ سر ته اورسي۔
واضحه شوه چې په کوم شعر کښې د ژوند د حقيقتونو عکاسي د حسـن اظهـار سـره شـوي وي
په هغه کښې به د فن کار يعني د شاعر يا اديب د شخصيت عکس او سماجي شعور موجــود وي ،تخيــل
په کښې شامل وي او د ابالغ مسئله په کښې نه وي ۔ اوس چې مونږ پدې حــوالې ســره د پښــتو د شــلمې
صدۍ د پښتو د غزل فني جائزه واخلو ،چې زمـونږ غـزل ګـو شـاعرانو د عمـراني شـعور پـه وړانـدې
کولو کښې د فن د دې تقاضو خېال هم ساتلے دے که نه ۔ مونږ به په کالسيکي غــزل کښــې دغــه فــني
حسن نه لټوؤ ځکه چې خبره اوږديږي۔ خپـل د موضـوع د چوکـاټ نـه پـه خـبره شـروع کـړو۔ مـونږ د
شلمې صدۍ د غزل په عمراني حواله مطالعه د شلمې صدۍ د نوموړي غزل ګو شاعر حمزه شينواري
نه ابتدا کړې ده۔ او د حمزه بابا پــه غــزل د عمــراني شــعور د مطــالعې پــه اړونــد د هغــو د شــاعرۍ يــو
شمېر نمونې وړاندې کړې دي ۔ اوس چې مونږ دې خبرې ته نظر اوکړو چې حمزه بابا په خپل غــزل
کښې هغه فني حسن او ښکال برقراره ساتلے ده چې د غزل حســن او ښــکال ګڼلے شــي نــو خــبره ډېــره
واضحه ده ۔ حمزه بابا د غزل فني حسن ډېر په فنکارانه طريقې سره برقراره ساتلے دے۔ کــه هــر څــو
ئې د خپل کلتور او کلچر او پښتو او پښتونولۍ ذکر کړې دے خو په داسې انداز او طــريقې ســره چې د
غزل فن حسن ته پرې څۀ تاوان نه دے رسېدلے بلکې حسن ئې زيات شوې دے۔ اوس باڼه ،ســترګې،
وروځې د غزل په شاعرۍ کښې شاعران په رنګ رنګ انداز او طريقو سره بيانوي چې مقصــد د اشــنا
د بڼو يا سترګو ،وروځو ،صفت او ښائست وي۔ حمزه بابا هم دغه کــوي۔ خــو د حمــزه بابــا پــه الشــعور
کښې د پښتون قوم د بې اتفاقۍ او يو غږ نه کېدل هم موجود دي۔ اوس دغه ارمان هغو د محبوب بــاڼو
د ښائست سره چې رايوځائې کړي نو ټول والړ دي ـ ډېر فن کارانه طريقې سره د پښتون د بې اتفــاقۍ
سره ګنډي ۔ خو سطحيت ،غرابت پکښې نه راځي بلکې خـبره زړۀ تـه رسـي ،ابالغ مسـئله نشـته ،د فن
ټول لوازمات پوره کوي ۔
اوس د محبوب د زلفو او د مخ خبره هم د پښتون د بې اتفاقۍ سره تړي ۔ د زلفو عادت او خوئې
يو دے او د مخ صفات او عادتونه بيل دي ۔ يو يــو څــۀ کــوي اوبــل ،بــل څــۀ کــوي۔ د دواړو کــړو وړو
کښې تضاد دے۔ دا هم د پښتنو په شان دي چې چرته خيال او فکر ئې يو نه شو۔ هــر يــو پــه خپلــه خپلــه
الره روان وي ،چې د بې اتفاقۍ خبره ده۔ خو د حمزه بابا د بيـان انـداز داسـې دے چې د سـړي خيـال د
زلفو او مخ په الر د پښتنو بې اتفاقۍ په طرف الړ شي۔
()150
غواړمه پښتنو د خيال يو چې حيف
اوس "تيګه ماتول" هغه اصطالح ده چې د معاهدې ماتولو د پاره مستعمل ده۔ تيګه ماتول په
پښتنۀ معاشره کښې د پښتونولۍ د اصولو خالف ورزي ده چې په ماتولو ئې جرمانه او سزا هم
ورکولے شي۔ ()151دغه اصطالح حمزه بابا د محبوب د رقيب سره د سترګو جنګولو په حقله څومره د
روماني "وارننګ" په انداز کښې استعمالوي ،خو دومره په فني نزاکت او ښکال سره چې د تيګې
ماتولو هغه سخت اثرات هم په رومان کښې بدل شي:
قلندر مومند هم په خپل غزل کښې عمراني او ســماجي حــوالې بانــدې چې کــوم شــعرونه ليکلي
دي ،که مونږ د هغې په حواله د قلندر مومند د غزل فني جائزه واخلو نو دا خبره بــه څرګنــده شــي ،چې
قلندر مومند که هر رنګ خيال ،تصور او فکر په خپل شعر کښــې ځــائې کــړې دے خــو د غــزل د فن د
باريکو ئې خيال ساتلے دے۔ او داسې د هغـو پـه شـعرونو کښـې فـني ښـکال او ښائسـت پـه خپـل ځـائې
برقرار او قائم پاتې شوې دے۔ اوس چې د وينو د سوداګرو د تېرېدو خبره کوي ،د ګلونو نه ساه اوزي
او بهارونه وارخطا کېږي:
دلته ګلونو نه ساه وتل او د بهارونو وارخطا کېدل هغه نوي اصطالحات دي چې قلندر مومنــد
ترې نوې معاني او مفاهيم رااوباسي۔ نوي اصطالحات راپېدا کــول پخپلــه يــو فــني ښــکال ده ،خــو چې
اصطالح د غرابت ښکار نه وي او د ابالغ مسئله ترې نه جوړيږي۔ دغسې د قلندر مومند يو بل شعر د
اشنا خيال د قفس ور ماتول او د بيلتون په کور کښې ډزې کېدل د قلندر د ژوند په رڼا کښې چې ورتــه
غور اوکړلے شي نو هغه دې اصطالحاتو ته يـا دې ټکـو تـه نـوې معـانې ورکـړي دي ۔ پـه کـور ډزې
کېدل خــو زوړ خيــال دے ،د قفس ور ماتېــدل هم زوړ تصــور بــه وي ،خــو د اشــنا خېــال د قفس ور
مــاتوي او د بېلتــون پــه کــور ډزې کېــدل پــه نــوؤ معنــو ســره د وړانــدې کولــو خــبره شــي۔ او زاړو
اصطالحاتو او لفظونو ته نوې معانې ورکول يو فني کمال او ښائست دے چې دلته څرګند دے:
()154
بېلتونـــــــــــه ډزې دې پـــــــــــه کـــــــــــور کښـــــــــــې وشـــــــــــوې
هم د دغه غزل يو بل شعر کښې دوه نور اصــطالحات مســتعمل کــړې دي يــوه ده "نــاوې" چې
هغه ترې د "رڼا ناوې" جوړه کړه او بله ده "تــور" اوس د نــاوې او د تــور لفظونــه د صــدو او د مــودو
زاړۀ توري دي خو دلته ترې قلندر مومند د خپل فکر او نظر په حوالــه نــوې معــانې او تصــور راپېــدا
کړے دے۔ خو دغه نوې تصور سطحي نه لګي ،اوپره نه ښکاري ،بــدې نــه لګي ،او دغــه هم د فن پــه
لحاظ د يو غزل کمال او هنر منلے شي:
ئ
د سېف الرحمان سليم د غزل يو رجحان ساز شاعر دے۔ د شلمې صدۍ د پښتو د غزل د نــوي
غ غ
Trendخ(رج غحان) ورکولو کښې د هق و د زل ،اسلوب ،هن ر ،روان ي ،سالست ،ډېر لوے الس دے۔ سېف الرحمان
ت ق ق
سره رايو ځائ ې کړي دي ،د پ ښ و پ ه ج ديد
خ ت ن ګ نارۍ او رومان يت پ ه طرز،غ ج وړ او طرخي ې ن سليم پ ه پ ل زل کښې چ ې د ح ي
غ ش غ ن غ
خ زل کښې ش ايد چ ې د ه فا داز کمو ش اعرا و ت ت ه صيب وې وي ۔ د ه و د زل پ له م تصوصه لهج ه او اسلوب دے۔ هغ ه د
ش ت غ
پ ل زل د پ اره چ ې کوم ل ظ ون ه ،رکيب ون ه ،ب يهات پ ه کار راولي ،پ ه هغ ې ک خښې يوه ازګي ،روان ي موج ودش ده۔ هغ ه د دوئ ې
غ ن شنخ غ
ېژ دګلو سب ب دے۔ سې خف الرحمان سليمخپ ه ف پ ل زل کښې د عمران ي عور پ ه حواله که ن پ او ت ا ل ب و د زل د
ش
ي ي
ن غ ئ ت
دے او که ور څۀ معا ر ي او سماج ي ب ره ې کړې ده و د ن پ ه لحاظ پ ه ه ې کښې ه يوازې دا چ ې سي خاسي ذکر کړې ن
ض ف ن ف غ ت ن
څۀف امي او کمي پ ه ظ ر ه راځي ب غلکې دې سره سره د پ ښ و د ج ديد زل پ ه ي ښکال کښې ا ا ه کړې ده ۔ روښان
يوس زے د سېف الرحمان سليم د زل پ ه حواله ليکي:
تغ غ ت
" د پ ښ و پ ه ج ديد زل کښې نسياسي مض امين د ن زل پ ۀ زړۀ راښکون کي ج امه کښې د پ يش کولو
ن
داز کولے۔ اګر چ ې د سياسي او سماج ي حاال ن تروايت کښې د سليم صشيب امغه هيڅوک ن ۀ ش ي ظ ر ا
ت
ت و د رج مان ۍ فاو الرښودن ې عور د ه وئ ې د خډېرو هم عصرو ش اعرا و پ ه ش اعرۍغکښې موج ود دے ولې کومه
غ
ازګي ،ش ګ تن ګي ،سوچ ه والے ،ب ي سا ت ګي چ ې د سليم صيب پ ه زل کښې موج وده ده ه ه د
غ
()156
ډېرو کمو ش اعرا و پ ۀ زل کښې محسوسيږي"۔
خ
د راوي د ج ل پرو ذکر څومره پ ه ب ې سا ت ګۍ سره کوي اوف د هغ ې د پ اره د اب اسين د ش هزاده اص طالح څومره پ ه مزه
ف
ځي ۔ خد ج ل پرۍ د راوي اش اره کا ي ده ،چ ې د ن
ښې څۀ رق ه را ن ت پ ېدا کوي۔ م طلب ئ ې د وئ يلو څۀ دے د هغ ې اب الغ ک
تق
اب اسين د ش هزاده اب ل چ ا سره او ولے کوي ۔ پ دې حواله زمون ږ د سياسي عمرا يا و پ ل يو ب اب دے:
تــــه ئې څــــۀ کــــوې صــــاحبه! ســــتا جــــوړه خــــو پــــه کښــــې وشــــوه
ق غ ف
()160
که د يو مرده ک ن دے ،که د ب ل ب ر الف دے
ق ش
تن ش ش ن ف غ ل ن
الرحمان سليم پ ه ان يوه ډېره ښۀ وع ت ه۔ ف س د م حوال پ ک زل پ مر ا مس ش د دا
فن ت خ غ
ې ه ه ي ه ښې ه ې
ن ئ ن ن
ا ف دې نش هم پ ل زلخپ ه روا ۍف ،سالست ،ايما يت او ب رجست ګۍ پ ه حوالو پ ه ي وګه ډېر ګټه ورکړے دے ۔ د ا دېش د
ن ن ن غ خ خ
ل ظ و و پ ه ج ادوګرۍ و پ فل يو ا سون پروت و د هغ ه د ف زل مع وي ښکال هم څۀ کمه ن ه ده۔ ا دېش ډېر ښک فلي او ازک
غ ن ت
رکيب ون ه اص خطالحات او فل ظ نون ه سازنهت وي۔ د ا دېش زل د ن پ ه حواله ښۀ موړ او پ ټ دے ۔ هغ ه که هر څن خګه کر او تخ يال
اب اوکړي د هغ ې پ ه نسب ب پ کښې داسې يو روح پ ېدا ش ي ،چ ې د پ ل لوس ون کي خ ا و و ظ وړان دې کوي و دهغ ې د ل
خ ې چ
او اوريدون کي روح ت ه ئ ې کوز کړي۔ ځکه و ورت ه پوهان د ش اعرا و ش اعر وائ ي:
221
ن
()163
اورسيدم ته مر الړم والوتمه زۀ که څۀ
ن خ غ ش ن ق
ن ق ت خ ت غ ن
د ا دېش پ ه زل کښې کۀ هنر قڅومره راخ ۀ او واږۀ د ژو د ح ي و و ب يان وي دي و د زل کالسيکيت ،زاکت، ف
ن ن ن ت ئ
ګ او ډهن ګ سره خدا هر څۀ ر داس ش د ا لک ب لے د رس دے صان ر پ ت ما ا او از ا ، ت ل طا
غ ق خ پ ن ت ش ئ ن ش ج غ
ې ه ې ې ې ه څه ې ه ي ي ي
م
کړي دي چ ې د زل حسن پرې زيات وې دے ،ښکال ې وره هم زيا ه وې ده۔ د ژو د د صد ب ره يې کړې ده و د زل
ف
ن يښکال ئ ې پرېهم زيات ه کړې ده۔
ئ ن خ ت ف ش ن غ ن غ
دور د اعرا و پ ه زل ئکښې د ن پ ه حواله لټون اوکړو و دا ب ره ر ډېره حده کول ج ا ز دي ف زل د دې که مو ږ د
غ ت ث ش ن غ
زل کښې ورکړېئ دي ۔شد دې عنصر پ ه ن ساسات ن ک
ے ،ښا ست ه او ل طيف اح غ چ ې دندې دور اک رو اعرا و د زلت ن ه ډېرې ښ ل
ن ن
دے چ ې زل پرې ور ښا ست ه وې او د وي عهد و شي دور ن ش تاعرا و د ژو د سره د ت ړلي عمران يا و ذکر پ ه داسې ا داز سره ک ئړې
ئل د ق اض و سره هم آهن ګ ش وې دے۔ ه غ زل کښې عمران ي ح ق ا ق يا ول او ه ښکلي ان داز سره ځايول ډېر يو ګران ،م ک
ن خ پ خ ب ش ن پ
غ
او پ يچ يده عمل دے۔ د دې پ ه سب ت د سن و ع ق او د ښ ال ب رې کول تآسان دي ځکه چ ې يو و د ه ې څيزو و يو ډېر لوے
ک ح
ق
اوږد کالسيخکي روايت او سلسلهغ وج ود لري ،پ ه هغ ې غ دماؤ نرن ګ رن ګ ج رب ې کړے دي ،الرې وښکلې دي يا الرې مات ې
غ غ غ
کړې دي۔ و د ج ديد زل چ ې د م دوران سره سره م ج ا ان پ ه داسې رن ګ يو ځائ ې کړے ش ي چ ې زل زل هم
خ ن خ تق
ے ش ي۔ د اولس واره زاره ورځ هم اوژړلے ش ي او د حمب وب د جه ران پ ات ې ش ي او و ت اض ې او م طال ب ې هم اوم ل
ف ن خ ن
سا دې دې پ کښې هم اوکړ غے ش ي۔ د غو ت د زول و او د ت يارو ب حث دې هم روان او د محب وب د ُپرپ ېچ و زل و ولون ه د نې
غ خ ن
پ کښې هم سم کړلے ش ي۔ م ج ا ان او م دوران دے لکه د اور اوب و اوب ۀ مث ال دے۔ و د دې ج ديد دور زل ګو ش اعرا و
غ ف
د ه ن ي کمال ښودلے دے۔
ش ف خ غ ن ف غ ش
د لمې صدۍ د زل د ش اعرا و ه قرست دومره طويل دے چ ې د ه ئو ټولو پ ه ن ب ره کول ګران اوئ ل ل
عم ک م
ن
دروېش ل ،ف دے۔ رحمت الله درد ،اکرام الله ګران ،ل ن درموم نن د ،ايوب صاب ر ،رب واز ما ل ،محمود اي تاز،رحمت ش اه سا
غ
دران ي ،محمود اياز ،سليم راز ،پ ير دمحم کاروان ،او داسې ور ـ د ه ثټول د دې لړۍ هغ ه ځل ن ده س وري دي چ ې د عمران ي کر پ ه
ت غ ت ف
حواله د دوئ ې د ا کارو ځال ب ه ر عمره عمره د پ ښ و د زل سرمايه او ا اث ه وي ۔
خ ن ن ن ن ت ن غ
د دې دور زل ګو ش اعرا و زاړۀ قرکيب ون ه او اص طالحات د وؤ مع و او وې رن ګو و سره پ ه پ ل کالم کښې ځائ ې
ت
ے دے او د ج غدت احساس يې هم پ يدا کړے دے۔ او د کالسيکيت کړي دي او نداسې کالسيکي روايت هم ب ر رار سا ل
ن ت
س طحشيت او ع تموميت ن هيې وتي رکيب ون ه ،اص طالحات هم پ ه داسې ا داز سره پ ه زل ک شښې پ هځائ ې کړي دي چ ې سره سر
غ
پ ه ځائ ې د ه رکيب و ه تاو اص طالحات د ژب ې پ ه من کښې داسې ځا ې وي دي چ ې څۀ اج ب يت او اا ن ا يت رې ه
ن ئ ن ن ئ ل ن
غ ن ق غ غ ش
ېلےخ۔ ي يًنا چ ې د ځ و ش اعرا و پ ه زل کښې ت او س طحيت درج غې ت ه ن ه دے رس د ن دے پ ې فدا وې۔ د زل ف ارزل ،د غراب
غ ض ش
ځيه او ېر روري پ دې حواله ن ي پ خ ت ګي او ق ن ي ښکال ه قسې ت ه چ ې څن ګه د زل ج امې سره ج وړيږي و دا وئ يل ب ه ب ې ا
غ
ن ه وي چ ې د داسې زل ب وليت او م ب وليت هم ب يا هغ ه درج ې ت ه ن ه دے رسېدلے کومه چ ې پکار وه۔
223
ئ ف
کري ج ا زه:
غ خ ت ق ن ت ت غ ش ن ف
ن ن ن م ن
فپ ه کر تي لحاظ د پ ښ و د زل اعرا و د عالمي ادب ي ظ ريا وغ او د م امي او لکي عمرا ي حاال و څرګ دو ه پ ه پ ل زل
ت ف ج ن
ک 1929ء پ ښ ون قاولس خ کښې پ ه کري وګه پ ه کوم ا داز کړې ده۔ ا من اصالح تاال ا ن ه او خ دائ ي خ دمت ګار ت نځري
ن غ
ښ و ش اعرا و پ ه پ لې ش اعرۍ کښې د وم او ت پ ک پ ه خسب ب ن کښې د المۍ پ ه ض د سياسي بخيدار قي پ ېدا قکړه ،او هم د دې حري
ف ش
عارو کښې عغمران ي ا کار رااوچ تت کړل اګر خ اولس د سياسي ب فيدارۍ د پ ارهخ پ ل لمون ه و ف کړل۔ دې شن اعرا و پ ه پ لو ا
ث ن ت ن ت ئ ن غ
رو رو پ ه
چ قې د ه عمرا ثي اش کارو پ دې غو ت کښې زيات ځا ې د پ ښ و ظ م کښې اومو دو و د پ فښ و فزلخهم دن دې ا را و ه ق
ب ا اعده خطورق مت ا رن ن و او اوسغ زل خکښې يوازې د حمب وب دخ حسن و ج شمال ،جه ر او وصال ،و ا او ج ا ب رې ه وې ب لکې د وم او
ملکق د ل و ذه و و کښې د المۍ الف راتب ېدارول او پ له معا ره يو سماج ي ب دلون ت ه ت يارول او ذهن سازي ئ ې کول
ش هم م صد او مرام اوګرځېده۔ يا ت رق ي پ س ن
دلون سره ا ن ا
ن ت ق ب ۱۹۳۵ء) هم پ ښت ان ۀ ش خاعران پ هت عالمي س طح تد هغ ه ق ( کغيحر د ب
کړل چ ې د ادب پ ه مېدان کښې پ ه مخ ه راے او م صد ئ ې د ادب پ ه الره لق د اس عماري او اس ب دادي و و و پ ه ض د پ ه
ذهن ي طور سره ب يدارول ؤ۔
ش
لق ن زمون ږ ت رق ي پ س ن ئد ش اعران و لکه اج مل خ ټک ،ق ل ن در موم ن
وب قصاب ر ،س فېف الرحمان سليم ،مسخا مر اغ دېش، ت ا د، ن ش ن
نسليم راز ،رحمت ش اه سا ل ،او داسې ورو ګڼو ش اعرا و د ن عر پ خه ذريعه ر ي پ س ن د ا کارو ن ه دوام ئورکړو ،اوخد پ شل زل او
ي
ق ق ش ت تق ض
ظ م مو وعات ئ ې اوګر نځول ۔ د پ ښ و نټولو تر ي پ س ن تد ش اعرا و د پ لې معا رې او اولس ح ي ي مسا لو ت ه پ ه نپ ل عر خکښې
غ ق ق ق تق ځائ ې ورکړو۔ دې ش
اعرا و د ر ي پ س ن د ظ ريا و محض ليد ن ه قدے کړئے ب لکې پ ه ح ي ي ډول ئ ې د ه ظ نريات پ ل خ
رااوچ ت تکړل ب لکې ب عض نې ش اعرا و ډېر پ ه ښۀ ل سا وم او کړل۔ دې ش اعران و ،ه پ ل ش عر کښې ن ه يواځې عالق ائ
ک ش ن ئم ق ت ي ي
ت پق ئ
س
ج وړخ عالمي مسا ل او قوا عات هم پ ه مخ ه راو ت ل۔ اګر چ ې عالمي مسا لو ،وا عا و او حاال و ب ا دې کمو اعرا و لي ل کړي دي او
ق ئ ن ق
پ ه پ ل عال ائ ي او ومي مسا لو ب ا دې زيات ه وج ه ورکړې ده۔ اج مل خ ټک ،ل ن در موم ن د ،ايوب صاب ر ،سېف الرحمان
224
حوالې
دريم باب
.1عبدالحۍ حبيبي ،پوهاند ،د پښتو د ادبياتو تاريخ ،لومړي او دويم ټوک ،پېښور ،دانش
خپروندويه ټولنه1384 ،ل2005/ء ،ص ص553 ،552 :
عبـــدالحۍ حبيـــبي ،پښـــتانه شـــعراء،اولـــه حصـــه،پېښـــور ،يونيورســـټي بـــک .2
ايجنسي،س ن ،ص 13:
روښـــان يوســـفزے ،د پښـــتو ادب غـــزل کښـــې قـــامي شـــعور،مشـــموله ،درې .3
مياشتنۍ ،جرس ،غزل نمــبر ،کــراچۍ ،جــرس ادبي جرګــه ګڼــه نمــبر ،2کــال اول،
جوالئي۔۔ ستمبر 1992ء،ص273 :
يارمحمـد ،مغمـوم ،خټـک ،پروفېسـر ،ډاکـټر ،روښـانيان او پښـتو ادب ،پېښـور، .4
پښتو اکېډيمي ،پېښور يونيورسټي2011 ،ء ،ص402 :
ايضًا ،ص405 : .5
خوشحال خان خټک،ارمغان خوشحال ،يونيورسټي بک ايجنسي2009،ء ص332 : .6
ايض ،ص399 :ًا .7
225
)http://etheses.bham.ac.uk/4337/1/Ab Halim13PhD.pdf.accessed:20/10/2015
11. Ibid,P:119
ارمغان خوشحال ،ص460 : .12
ايضًا ،ص344 : .13
ايضًا ،ص ص566 ،365 ،323 : .14
بشارت علي ،ڈاکٹر ،ابن خلدون پر ريسرچ،مشموله،مقدمه ابن خلدون ،کراچي، .15
نفيس اکيڈيمي2001،ء ،ص62 :
اقبال نسيم ،خټک ،ډاکټر ،د رحمان بابا د جمال تصور،مشموله ،د رحمان .16
پوهنه ،پېښور ،رحمان ادبي جرګه1992 ،ء ،ص71 :
د رحمان باباکليات ،ترتيب او سمونه،دوست محمد خان کامل مومد او قلندر .17
مومند،پېښور،د چاپ ځائې،1984ص57:
ايضًا،ص271: .18
ايضًا،ص263: .19
محمد نواز ،طائر ،پروفېسر" ،روهي ادب" پېښور ،پېښور اکېډيمي .20
پېښور يونيورسټي ،1986 ،ص309 :
ديوان حسېن ،مرتبه ،همېش خليل ،پېښور ،پبلک آرټ پريس1958 ،ء، .21
ص :ق
همېش خليل،ساهوادب،پېښوراداره علم و فن پاکستان2000،ء،ص69 : .22
ديوان حسېن ،ص ص430 ،354 ،206 : .23
ايضًا،ص256 ،380 ،335 ،29 : .24
همېش خليل ،مقدمه،مشموله ،ديواِن اشرف خان هجري ،پېښور،شاهين برقي .25
پرېس1958،ء ،ص :ج
ايضًا ،ص :ق .26
ديواِن اشرف خان هجري ،مرتبه ،همېش خليل ،محوله باال،ص135: .27
ايضًا،ص245: .28
سيد انورالحق ،جيالني ،ډاکټر،مقدمه،مشموله،در او مرجان ،يعني د عبدالحميدبابا .29
ديوان ،پېښور،يونيورسيټي بک ايجنسي،س،ن ،ص ،ج
روهي ادب ،ص ص343،344 : .30
226
منيب راحل ،ارواښاد طاهر کالچوي او سماج ،مشموله ،څلور مياشتنۍ شنه .81
زرغونه ،د کتابي سلسلې ديارلسمه ګڼه ،نومبر۔ فروري 2013ء ،ص،107 :
108
د طاهر کليات ،ص330 : .82
قلندر مومند ،سريزه :ځيګر خون،ايوب صابر ،پېښور ،د چاپ ځائې1983 ،ء، .83
ص ص11 ،10 :
ايضًا ،ص12 ،11 : .84
ايضًا ،ص14 ،13: .85
همېش خليل ،پښتانه ليکوال ،اول ټوک ،پېښور ،يونيورسټي پبلشرز2010 ،ء، .86
ص399 :
پشتو زبان وادب کی مختصر تاریخ ،ص 218 .87
ايوب صابر ،ځيګر خون ،محوله باال ،ص139 : .88
ځيګر خون ،ص143 : .89
ايضًا،ص150 : .90
ايضًا ،ص ص135،141 ،109 : .91
سليم راز ،پاکستان ادب 1947ء۔2008ء ،انتخاب شاعري ،پشتو ،ص 49 .92
ځيګر خون ،ص110 : .93
ايضًا ،ص128 : .94
سليم راز ،تنقيدي کرښې ،پېښور ،عظيم پبلشنګ هاؤس1999 ،ء،ص،107 : .95
108
ځيګر خون ،ص ص141 ، 140 : .96
اجمل خټک ،يو رجحان ساز شخصيت ،مشموله،د وړو وړو خدايانو دې بنده .97
کړم ،سېف الرحمان سليم ،پېښور ،يونيورسټي پبلشرز2008 ،ء ،فليپ
سليم راز ،د پښتو د غزل وقار او اعتبـار ،سـريزه ،مشـموله ،د وړو وړو خـدايانو .98
دې بنده کړم ،محوله باال ،ص908 :
سېف الرحمان ،سليم ،د وړو وړو خدايانو دې بنده کړم ،محوله باال،ص 25 .99
پشتو زبان و ادب کی مختصر تاریخ ،ص228 : .100
د وړو وړو خدايانو دې بنده کړم ،ص27 : .101
عمرنيات ،ص ص406 ،398 : .102
د وړو وړو خدايانو دې بنده کړم ،ص75 : .103
ايضًا ،ص69 : .104
ايضًا ،ص ص122 ،89 ،67 : .105
ايضًا ،ص70 : .106
ايضًا ،ص ص94،95 : .107
229
څلورم باب
پښتو شاعرۍ کښې د عمراني افکارو ،عومل او محرکات
232
پښتو شاعرۍ کښې د آزادۍ نه اول د معاشرتي ژوند خدوخال څۀ انداز او په کــوم رنــګ کښــې
بيان شوي دي ،او پښتنو شاعرانو د خپل معاشرتي ژوند د مسئلو ترجماني په کوم انداز کښــې کــړې ده۔
پدې حواله ضروري ده د آزادۍ نه اولني ژوند په دې حواله اوکتے شي چې په هغه وخت کښــې پښــتنۀ
معاشره کومو مشکال تــو او ســتونزو ســره مخ وه۔ " د مغلــو د زوال نــه پس د ســيکانو د عــروج زمانــه
شروع شوه۔ د 1809ء نه پس د سيکانو د اقتدار لمن د رنجيت سنګهـ غوندې هوښيار او چــاالک بنيــادم
په وجه د اباسين د قبلې په رخ ټوله عال قه تر جمرود پورې د سيکانو په قبضه کښې راغله۔ د پښتنو پــه
عال قه د سيکانو د اقتدار دور ډېر لنډ دے خو د ظلم او بربريت له کبلـه يـو تاريـک دور دے۔ ()1رنجيت
سنګهـ په 1819ء کښې کشمير هم قبضه کړو۔ د حسن ابدال نه ئې د قطب په طرف د هـزارې سـيمه هم
په خپل حکومت کښې شامله کړه۔ ډېره غازي خان او ډېره اســماعيل خــان هم د ســيکانو پــه ولقــه کښــې
راغلل۔ ()2د سيکانو د ظلم جبر پدې دور کښې سيد احمد شهيد(1786ء۔۔1831ء) د هندوستان د هغه ســر
نه په پښتنو ننــګ او غــېرت اوکــړو او د ســيکانو د مقــابلې د پــاره د جهــاد پــه غــرض دې خــاورې تــه
()3
راغے۔
سيد احمد شهيد سـره چـا وفــا اوکـړه او چـا بې وفــائي ،کومـو کـارونو کښـې د هغـو د تحريـک
ملګري تيروتل او کومو کښې ځنو پښتنو بې ننګي اوکړه دا هغه بحث دے چې د تاريخ پــه پــانړو کښــې
خور وور محفوظ دے ،چې زمونږ د موضوع سره ئې نېغ په نېغه څۀ تعلـق نشـته خـو چـونکې دغـه
تحريک د پښتنو په خاوره يوه اوږده مبارزه د سيکانو په ضد او بيا وروستو هم د دغه تحريک پــاتې او
تس نس شوي ملګرو د انګريزانو خالف چې کوم جدوجهد کــړې ؤ او د پښــتو پــه شــاعرۍ کښــې چې د
هغې په کوم انداز سره عکاسي شوې ده۔ د هغې د دې دور د پښتنو د معاشرې د هلو ځلــو او کــړو وړو
يو داسې نقشه په مخه رازي چې يو عمراني ارزښت لري ۔
په 1849ء کښې د سيکانو د رياســت د ســقوط نــه پس د پښــتنو عالقــه هم د انګريزانــو پــه ولقـه
کښـې راغلـه ،چې تـر 1947ء يعـني د پاکسـتان د قيـام پـورې څـه کم سـل کالـه د پښـتنو خـاوره بانـدې
انګريزانو حکومت اوکړو۔ په دغه دور کښې که اول لږ ډېر د امن وخت تــير شــو خــو بيــا د انګريزانــو
خالف پښتنو د آزادۍ د جنګ اومبارزه پېل کړه چې په مختلفو سيمو او عال قو کښــې ځــائې پــه ځــائې
غزاګانې روانې شوې خو د دې دور په شاعرۍ باندې د څۀ بحث کولــو نــه اول بــه مــونږ د دې دور نــه
اول د پښتو د شاعرۍ ارتقائي پس منظر باندې يو نظر واچوؤ۔
" د دې دور نه اول د پښتو د شـاعرۍ بايزيـد روښـان او د اخـون درويـزه د فکـري
مکتبونو په الره د ارتقـائي سـفر کولـو نـه پس د خوشـحال خـان خټـک پـه زرين او
انقالبي دور کښې داخله شوې وه ،او سياســي افکــار ،او انقالبي رنــګ ئې اخســتے
وو او د قــومي ژونــد ترجمــاني ئې کــول پېــل کــړي ؤ۔ د خوشــحال خــان خټــک د
شاعرۍ په شا د هغه خپل سياسي ژوند ،د مغلو ناکړدې ،او د هغه د ژوند انقالبات
داسې محرکات وو چې پښتو شاعري د آزادۍ احساس ،د قــومي وقــات جذبــه ،او د
ننګ او د ميړانې هغه تخم شيندلے وو چې تر دې دمه په څۀ نه څۀ رنــګ کښــې پــه
نظر راځي۔ پدې زرين دور کښې د پښتو د شاعرئ په هر صنف کښې شاعران پيدا
شول ،خو په خصوصي توګه پښتو غزل عروج ته اورسېدو۔ او د پښـتو د غـزل د
عروج دغه دور پــه کــاظم خــان شــيدا ســر تــه اورســېدو او دې پســې داســې جمــود
راغے چې د مغلو آخري دور او د سيکانو زمانه بانــدې محيــط دے۔ د انګريزانــو د
اقتدار هم ډېر وخت په دغه جمود کښې تېر شو۔ پدې دور کښې پښتون شــاعرانو د
سيد احمد شهيد د تحريــک پــه مرســته کښــې د چــاربېتې پــه صــنف کښــې شــاعرۍ
اوکړه خو د هغه معيار شاعري نه وه ،چې د کالســيکي شــاعرۍ د ارتقــاء پــه لــړۍ
()4
کښې ځائې اومومي"۔
د ډاکټر يار محمد مغموم دا خبره په خپل ځائې يو حقيقت دے ،چې د جمود د دې دور شاعري
هغه ارزښت نه لري چې د کالسيکي شاعرۍ د ارتقاء د پاره ضروري دے۔ خو زمــونږ مطلب چونکــه
د آزادۍ نه اول د هغه شاعرۍ جاج اخستل دي چي د معاشرتي ژوند د مسائلو ترجمــاني ئې کــړې ده۔ د
دې دور شاعري د خوشحال خان خټـک ،د زرين او طالئي دور د شـاعرۍ سـره تقابـل دلتـه مقصـودنه
دے۔ خو په کومو اولسي اضافو کښې شاعرۍ پدې دور کښې اوشوه ،هغه پدې لحاظ د قدر وړ ضــرور
ده چې د غالمۍ خالف ئې د خپــل اولس ذهنونــه متحــرک اوســاتل۔ د پښــتنو پــه ســيمه چې چرتــه هم
انګريزانو يرغل کړے دے د دې خاورې خلقو ئې د خپل وس مطابق مخه نيولے ده۔ او انګريز ســره د
ډېر طاقت او قوت نه خپلې پښې د خپل اقتدار تر آخري وخته پورې پدې سيمه داســې نــدي کلکې کــړي
څنګه چې په نورو سيمو کښې د هغو حکومت ته اســتقالل حاصــل وو۔ د انګريزانــو خالف دا غزاګــانې
پښتنو د خپلې خاورې د آزادۍ د پــاره او د ديــني جــذبې د النــدې کــولے۔ کــه مــونږ د دې دور د اولســي
شاعرۍ مشهور صنف ټپه اوګورو په هغې کښــې د خپــل وطن د آزادۍ ،د جهــاد ،د ننــګ او مــيړانې او
غېرت فکراو احساس موجود دے۔ خو په خصوصي توګه د چاربېتې په صنف کښې د انګريز خالف
او د آزادۍ د ننګيالو په مرسته کښې چې په اوچت آهنګ ،جوش او جــذبې ســره کومــه شــاعري شــوې
ده ،هغه د ستائينې وړ ده۔ چاربېته چې د پښتو د شاعرۍ يو زوړ صنف دے۔ دا خبره ال تر اوســه څــۀ
حتمي تحقيق ته نه ده رسيدلے چې اولنۍ چاربېته په پښتو کښې چا ليکلے ده۔ خو د محمد اقبال خــان د
تحقيق مطابق" د کتابي شهادت له مخه اولنۍ چاربېتــه تــائينمي ليکلې ده او دويمــه د اکــبر زمينــداروي
()5
ليکلے چاربېته ده"
خو پښتو چاربېتې ته چې کوم شهرت پدغــه دور کښــې يعــني د ســيکانو او انګريزانــو پــه دور
کښې کوم مقبوليت حاصل شوې دے ۔ هغه د دې اول په نظر نه راځي۔ چاربېته چست او مست آهنــګ
235
لري او د دې دور خماسي شاعرۍ د پاره ډېر موزون صنف پدې جــوړؤ چې د چــار بيــتې دې اهنــګ د
خلقو وينه ګرمولو کښې ښۀ پوره الس اولرۀ۔ د سيکانو او انګريزانو په دور کښې چې کومې چــاربېتې
ليکلے شوې دي هغه د دې دور يو تاريخي دستاويز هم دے۔ ډېر داسې واقعات چې پــدې دور کښــې پــه
مختلفو سيمو کښې د آزادۍ پدې مبارزې کښې په مخــه راغلي دي ،هغــه د دې دور پــه چــاربيتو کښــې
ځائې په ځائې خوندي پراتۀ دي۔ او اوس د يو تــاريخي دســتاويز حيــثيت لــري۔ اګــر چې د دې دور او د
دې د اولني دور ډېرې چاربېتې محفوظې ندي پاتې شوي خـو بيـا هم چې کـومې تـر اوسـه د اولس پـه
حافظو کښې يا اوس په کتابي صورت کښې محفوظې دي ،د هغې نه يوه تاريخي خاکه جوړېــدلے شــي۔
مونږ دلته هغه ټولې چاربېتې نه شو ذکر کولے چې د آزادۍ د جنګ په حواله په مختلفــو پښــتنو ســيمو
کښې شاعرانو وئيلې دي خو د انګريز خالف د امــبيلې د جنــګ پــه حوالــه چې کــومې چــاربېتې وئيلے
شوي دي۔ د هغې نه يو څو نمونې وړاندې کوؤ۔ د امبيلې د جنګ (1863ء)سره متعلق چاربېتې ځکه د
اهميت وړ دي چې يو خو پدې جنګ ډېرو شاعرانو چــاربتيې ليکلي دي او دويمــه دا چې د امــبيلي دغــه
غزا خپل يو تاريخي اهميت لري۔ د هغه غزا ده چې په انګريزانو ئې سر چورلولے ؤ او هغوئې په ډېر
څۀ سوچ کولو مجبور کړې ؤ۔ د امبيلې د غزا نه اول کۀ مونږ د سيکانو د دور په هغه غزاګــانو يــو لنــډ
شــان نظــر واچــوؤ چې د ســيکانو خالف ســيد احمــد شــهيد ،د پښــتنو پــه مختلفــو ســيمو کــړې وې نــو د
سکاشاهي دور ددې سيمو عمراني حاالت به ترې په ښۀ جوړ واضح شي۔ دلته د دې جنګونو تفصيل ته
ضرورت نشته بس اجمااًل ئې ذکر کوؤ۔ " پدې کښې د اکوړي جنګ ،د حضرو جنګ ،د شيدو جنــګ ،د
ډګلې جنګ ،د شينکيارۍ جنګ ،د اتمان زو جنــګ ،د زيــدې جنــګ ،د تــربېلې جنــګ ،د امب او عشــره
جنګ ،د ُپلړې جنګ ،د مردان جنګ ،د مايار جنګ ،د پېښاور جنګ ،او په آخر کښــې د بــاالکوټ هغــه
()6
جنګ چې پکښې په 1831ء کښې سيد احمد شهيد کړلےے شو او داسې دا تحريک تس نس شو۔
که مونږ دې بره ذکر شوې جنګونو او غزاګانو باندې يو نظر واچوؤ ،نـو دا خـبره تـرې ډېـره
صفا معلوميږي چې د سيکانو پدې دور کښې د پښتنو پدې عال قو يوه پرله پسې مبارزه شــروع وه ،چې
د اثر او زور نه ئې نه دومره ډېرې عال قې متاثره وي۔ د تحريک مجاهدين پــدې مختلفــو ســيمو خــوارۀ
وو او خلق او اولس ورسره په يو کثير تعداد کښې پدې تحريک کښې عماًل شــامل وو۔ دغــه جنګونــه او
غزاګانې د دې دور مختلفو اولسي شاعرانو د چاربېتو په صورت يادې کړے دي ۔ او بيا تر ډېره وخته
پورې د پښتنو په حجرو او محفلونو کښې د مجلسونو په صورت وئيلے شوې دي۔ دغه دور که د پښــتو
د غزل په لحاظ يو بنجر دور يادولے شي خــو پــدې دور کښــې چې څــومره چاربېتــه وئيلے شــوې ده،
هغه د دې نه اول او په تر ډېره حده وروستو نه ده وئيلے شوې ۔ دغه چاربېته د تاريخي عمرانياتو پــه
حواله يوه لويه پنګه ده۔ دلته يو څو مثالونه وړاندې کوؤ۔ احمد د کالچۍ د هغه لښـکر ذکـر کـوي چې د
غزا په نيت اکبر خان له کابله راوستے وو۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
236
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
يـــــــا بـــــــه ســـــــيک ورک کـــــــړم يـــــــا بـــــــه نـــــــۀ درځم دوبـــــــاره
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
د دې چاربېتې نه معلوميږي چې شاعر دغه چاربېته د سيکانو د دور پـه جنـګ بانـدې وئيلے
ده چې پکښې د اسالم سره مينه او د مســلمانانو د فتحې او بــرې د آرزو او تمنــا وجــود لــري۔ د ســيکانو
خالف نورې هم ګڼې چاربېتې شته ،خو دلته د ټولو ذکر کول ګران دي۔ د سـيکانو دور اګـر چې لنـډ ؤ
خو د هغو وحشت او بربريت زيات ؤ۔ خو د دې خاورې په دين او وطن مئينو سيکانو ته داسې غاړه نه
ده ايښودے چې هغو په آرام او اطمينــان حکــومت کــړې وې۔ د ســيکانو د دور نــه پس د فرنګيــانو دور
شروع شو۔ پدې دور کښې هم د آزادۍ جذبه او د دين جذبه په اولس کښې په غورځنګ وه۔ او چرتــه هم
فرنګي ترې په آرام وخت نه دے تېر کړے۔ د فرنګيانو د دور تاريخ موجود دے او هغه ټول جنګونــه
او مبارزې د دې تاريخ په پاڼو کښې محفوظې دي۔ خو د دې سيمې شاعرانو په شــعري ادب کښــې هم د
237
فرنګيانو سره د شوؤ معرکو او جنګونو ذکر په خپلو چاربيتو کښې کړې دے۔ د کابل جنګونه ،د چترال
جنګ ،د مالکنډ جنګ ،د چکنور جنګ ،د ډکې جنګ ،د هډې جنګ ،د مومندو جنــګ او داســې نــور ډېــر
جنګونه چې د ديني جذبې او د وطن د آزادۍ د پاره د پښتنو په سيمه شوي دي ،هغه زمــونږ د چــاربيتو
شاعرانو په خپلو چاربيتو کښې بيان کړي دي۔ د دې چاربيتو نه پوره تاريخ مرتب کېدے شي ۔ که هــر
څو که د پښتنو سره پدې غزاګانو کښې څوک دتاريخ واقع نګار نــه وو ،خــو زمــونږ دغــه شــاعرانو پــه
خپلو شعرونو کښې دغه د آزادۍ د تحريک تاريخ راغونډ کږې دے۔ اوس که تر ډېره حده دغه تاريخي
ارزښت لرونکې چاربېتې راغونډې کړلے شــوي دي خــو يــو ډېــر کثــير تعــداد د دې چــاربيتو د وخت
سيالب پـه مخـه وړې دے او اوس ئې بيخ بنيـاد ورک شـوې دے۔ دلتـه مـونږ پـه هغـه ټولـو معرکـو او
جنګونو بحث نه شو کولے خو د مثال په طور به د بنير د جنګ ذکر اوکړو۔
د بنير غزا باندې چې څومره چاربېتې ليکلے شــوې دي دومــره پــه بلې يــوې معــرکې او غــزا
باندې نه دي ليکلے شوي ۔ د هغې وجه دا ده چې دغه غزا خپل يو ډېر لوئے اهميت لري۔ دغه غزا پــه
فرنګيانو باندې سر ګرځولے وو ،او هغو دغه جنګ په ميدان بائيللے دے خو په چل ،سياســت او مکــر
اوفـــرېب ئې ګټلے دے او داســـې ئې ځـــان لـــه د اوړو پـــوزه لګـــولے ده۔ د ۱۸۵۷ء د آزادۍ جنـــګ د
مسلمانانو په بيالت ختم شو ۔ خو مسلمانانو خپله حوصله نه وه بائيللے او په څۀ نه څــۀ رنــګ ئې خپــل
جد و جهد جاري ساتلے وو۔ خو انګريزانو د دې جنګ نه پس د مسلمانانو سره د نفرت او دښــمنۍ اور
ښۀ تود کړو۔ " څومره چې د انګريز دښمنۍ کښې تاؤ زياتېدو دغه هــومره د مســلمانانو د آزادۍ جذبــه
هم تودېده ۔ په ډېر شمير کښې مسلمانان پانسۍ ته اوخېژولے شو۔ پدې جنګ کښې اووه زره انګريزان
وژلے شوې وو او د برصغير پينځه لکه خلق د انتقام په اور کښې اوسوزولے شو۔ د آزادۍ پدې جنــګ
کښې په سرحدي عالقو کښې د انګريز په دښمنۍ کښــې ښــۀ تــاؤ تريخــوالے راغے او انګريــز تــه ډېــر
جاني او مالي تاوانونه اورسېدل او انګريز د دې نه دومـره تنـګ شـوې وو چې دا عال قــه د پرېخودلـو
سوچ ئې هم پېدا شوې وو۔ د سيد احمد شهيد دا تحريک تس نس شوي مجاهدين پــه ســتهانه کښــې خپــل
يو مرکز قائم کړې وو۔ انګريــز جــنرل سرســډني کــاټن دغــه مجاهــدين ختمــول غوښــتل ،ولے چې دې
مجاهدينو کښې نه يوازې دا چې د جهاد جذبه ژوندۍ وه بلکې دې سره سره دې مجاهدينو به خلقو کښې
د آزادۍ د پاره د جهاد جذبه ژوندۍ ساتلو د پاره هلې ځلې هم کـولے۔ دې مجاهـدينو بـه وخت پـه وخت
حملې کولے او انګريزانو به هم دغه مجاهدينو بانــدې خپلې فــوجي حملې جــاري ســاتلے ۔ انګريــزان د
دې ګوريال جنګ نه پوزې ته راغلل او آخر ئې دا فيصله اوکړه چې د مجاهدينو په مرکز ستهانه بانــدې
حمله اوکړي ۔ جنرل کاټن دا حمله اوکړه ،مجاهدينو ته ډېر نقصان اورسېدۀ او ستهانه انګريزانــو تس
نس کړه۔ پدې واقعه باندې ګېر چاپېره قبائلو کښې د انګريز خالف د نفرت او کرکې اور بل شــو او د
()8
جهاد اعالن ئې اوکړو۔
مجاهدين د ستهانې نه "ملکا" ته الړل۔ پدې نوي مرکز کښې مجاهــدين ال پــه آرام شــوي نــه وو
چې انګريزانو د جنرل چيمبرلين په مشرۍ کښــې پــدې ځــائې بانــدې د حملې کولــو تابيتــا اوکــړه۔ او پــه
1863ء کښې دې مقصد د پاره لوئے فوځ تيار کړو۔ جنرل چيمــبر لين د ”امــبيلې" پــه الره پــه "ملکــا"
باندې د حملې کولو بندوبست ته آخري شکل ورکړو۔ پدې ورځو کښـې د مجاهـدينو امـير موالنـا محمـد
عبدهللا ؤ۔ هغوئې ته دا خبره معلومه وه چې د انګريز يواځې پــه ملکــا بانــدې حملــه کــول مطلب نــه دے
238
بلکې سوات او بونير هم قبضه کول دي۔ موالنا عبدهللا د مجاهدينو د تبليغ په ذريعــه خلــق پــدې خــبردار
()9
کړل او د جهاد جذبه ئې رابيداره کړه۔
پــه زرګونــو قبــائلي مجاهــدين هم دې جهــاد د پــاره ميــدان تــه را اووتــل ۔ د مجاهــدينو چې کــوم
اختالفات ؤ يو بل تر مينځه هغه هم ختم کړلے شو او مولوي محمد عبدهللا ،سيد مبارک شــاه ،او عيســي
خان جدون سره سره د سوات اخون عبدالغفور هم د جنګ ميــدان تــه راغلــل۔ د مجاهــدينو دې اتفــاق پــه
انګريز باندې خولې راوستې۔ او جنرل چيمبر لين خپل حکومت ته د نور فوځ درخواست اوکړو۔ او دې
سره سره ئې سياسي چال بازي هم شروع کړه خو په مجاهدينو کښې الر اونه مونــده۔ دې جنــګ د پــاره
انګريز چي کومې مــور چې جــوړې کــړې وې پــه هغې دوه مــورچې ډېــرې مشــهورې دي هغې يــوه (
)Eagle Nestاو بلــه ( )Crage Nestوې ۔ دې مورچــو تــه خپلــه د انګريــز ســپايانو د قتــل ګــاه نــوم
ورکړے دے او دا ځکه چې هم په دغه مورچو کښې انګريز فوځ ته ډېر لــوئے جــاني او مــالي نقصــان
رسيدلے ووـ محمد شفيع صابرانګريز وقائع نګار په حواله د دې مورچو په حقله ليکي:
" کریگ پکٹ کی کہــانی عجیب کہــانی ہے۔ چــار مــرتبہ اســالمی جہــاد
سے سرشارغازیوں نے اپنی پوری قوت سـے اس پـر حملے کـیے۔ تین
بار وہ اس پکٹ پر قابض ہوئے اور تینوں بار بھاری جانی قربــانی دے
کر ہم نے اس مورچے کو پھر ان کے ہاتھ سے چھینا۔ یقیًنا اس جگہ کو
"قتل گاہ" کہنا ہی زیادہ مــوزوں ہے کہ دونــوں طــرف کے قریًب ا ایک
ہزار لڑاکوں نے اس پر قبضــہ کــرنے اســے واپس لینے کی کوششــوں
()10
میں اپنا خون بہایا اور اپنی جانوں کی قربانی دی"۔
ترجمه:
" د کريــګ مــورچې قصــه هم عجيبــه قصــه ده۔ څلــور ځلــه د جهــاد پــه مــزه مســتو
غازيانو خپل پوره قوت سره پدې باندې حملې کړې دي۔ درې ځله هغو پدې مورچه
قــابض شــوي دي او درې واړۀ ځلــه مــونږ د ډېــرې لــوئې جــاني قربــانۍ نــه پس دا
مورچې دوئې نه بيرته اخستې دي ۔ يقيًنا چې دې ځائې ته قتـل ګـاه وئيـل د ټولـو نـه
مناسبه خبره ده۔ ځکه چې د دواړو طرفونه تقريًبا زرو جنګ کوونکو کسانو پــدې د
قبضې کولو يا بيرته اخستو د پاره خپله وينه تويې کړې ده ۔ او د ځانونو قربــاني ئې
ورکړې ده"۔
د انګريزانو په بونير او سوات باندې د قبضې کولو خوب پوره نشو او هغــو ناکامــه او نــامراده
بيرته خپل فوځونه بيرکونو ته اوليکل۔ خو د چل بازۍ او مکر او فريب په ذريعه ئې خپــل کــار اوکــړو۔
څۀ غداران ئې په مسلمانانو کښې پيدا کړل چې په دوئ کښې يو د بونير زيدهللا هم شامل وو۔ پدې جنګ
239
کښې د انګريز د مـړو او ژوبلـو تعـداد پـوره زر ؤو چې پکښـې اوه ديـرش( )37لـوئے لـوئے انګريـز
()11
افسران هم شامل وو۔
د بونير د زيدهللا پښتنو شاعرانو په خپلو چاربيتو کښې هم ځائې په ځائې ذکر کړې دے۔ او دغه
مشهورې مورچې هم د "قتل ګاه" په نوم سره يــادې کــړې دي۔ د دې بحث مطلب دا وو چې اوس چې د
" امبيلې" د جنګ په حواله د کومو چاربيتو حواله ورکولے شي د هغې پس منظر لږ واضح شي۔
د امبيلې د جنګ په حواله دا ذکر شـوې ؤو چې د سـوات اخـون عبـدالغفور هم پـدې غـزا کښـې
شريک وؤ ،او د مجاهدينو سره ئې خپل مسلکي اختالفـات ختم کـړي وو۔ اخـون عبـدالغفور ( 1794ء۔۔
1877ء) چې مذهبي او روحاني مشرؤو۔ ګڼ شمېر مريدان او معتقدين ئې هم د امبيلې جنګ ته راغلې
وو۔ پدې حواله د ټکرۍ ( ضلع بټګرام) يو شاعر احمد ګل چاربېتــه ليکلے ده چې جېمــز ډار مســټيټر
په خپل کتاب " د پښتونخوا د شعر هار و بهار" نقل کړې ده:
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
دا ملــــک د پښــــتانۀ دے تــــرې نــــه ځــــه څــــوک بــــه دې خــــوږ کــــه
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
پراتــــۀ دي پــــه ايــــرو کښــــې کــــۀ څــــوک پيښ شــــې پــــرې صــــراف
اخون عبدالغفور سره په مال تړ کښې يقيًنا چې ګڼ شمېر مريدان او معتقدين وو۔ خــو دلتــه چې
کومه خبره مونږ احمد ګل شاعر په حواله معلوميږي هغه دا ده چې د اخون عبدالغفور په وېنا د دبليجې
(ضلع مانسهره) د ګوجر قبيلې خلق هم تلے ؤ۔ پدې جنـګ کښـې د انګريزانـو د طـاقت پـه مقابلـه کښـې
مسلمانانو څخه هيڅ هم نۀ وو۔ د بې سروسامانۍ عــالم ؤ۔ دې چاربېتــه کښــې هم دې خــبرو تــه اشــارې
شوې دي۔ لکه " مسواک ئې ذوالفقار" د " تسبو ګولۍ" " نيزه د امسا " " خالل ئې پيشقوضه" " کوزه
ئې تماچه" " قلعه ئې چارچوبۍ" " جمات ئې ستا نه" ګويا ټول د دروېشۍ او قلندرۍ څيزونه ياد کــړې
دي۔ د دې نه صفا معلوميږي ۔ اخون عبدالغفور هم لکه د نورو مجاهدينو دې غزا له د بې سرومانۍ پــه
حالت کښې تلے خو عقيده په هللا وه او ديني جذبه موجود وه۔
يوه بله چاربېته چې د ترنګړو د کلي احمد ګل شاعر وئيلے ده۔ ترنګړۍ د پکلۍ د عالقې د يو
کلي نوم دے چې په موجوده ضلع مانسهره کښې دے۔ حميد هم پــه خپلــه دې چاربېتــه کښــې د بونــير د
جنګ ذکر کوي چې د انګريــز فــوځي پلټــنې د کلکــتې نــه هم راغلے وي او پــدو کښــې ســيکان اوګــوره
فوځيان ډېر وو۔ د بونــير والــو او چملې والــو د جــذبې ســتائنه کــوي۔ د هندوســتان د راغلــو مجاهــدينو د
شهادت جذبه ستائي۔ چې " سورکاوي" باندې د باجوړ د شاه زلمو د قربانيدو ذکر کوي۔
په يو طرف پښتانه قبائل خپل ځانونه قربــانوي نــو پــه بــل طــرف حميــد شــاعر د عظيم خــان او
زيدهللا د غدارۍ ذکر هم کوي چې خپل قوم او ملـک سـره غـداري کـړې وه او د انګريزانـو مرسـته ئې
کړې وه ۔ دغسې يو بل شاعر حميد هم د بونير د جنګ په مشهوره مورچه قتل ګړ باندې ليکي:
د قتل ګړھ پـه دې خـونړۍ مورچـه بانـدې د نـواب شـاعر چاربېتـه هم ډېـره خوندناکـه ده چې
پکښې د فرنګي د افسوس او ارمان ،او د مجاهدينو د ميړانې ذکر ډېــر پــه چســت آهنــګ ســره کــوي ۔ د
بونير والو ميړانه ،د زلمو سرې پېټۍ او چغر ډالونه ،د رفلو ګولۍ ،د يوسفزو د مــېړنتوب ،د بــرکلي
د ناصر د نرتوب ذکر ،د انګريز فوځيانو تختېدل ،او د جنګ دورانيه په داسې انــداز کښــې دا هــر څــه
بيانوي چې د جنګ د ميدان منظر د سړي په ذهن کښې ښخ شي ،دلته د دې چاربېتې نه يو څــو بندونــه
نقل کولے شي۔ پوره چاربېته ډېره اوږده ده۔ د هغې نه به لږه شعرونه وړاندي کړو۔
د بونير پدې غزا بانــدې دومــره چــاربېتې دي چې د ټولــو ذکــر کــول دلتــه ممکن نــه ده۔ او بيــا
خصوًص ا په "قتل ګړ" باندې ډېــر څــۀ دې چاربېتــه ګــو شــاعرانو ليکلي دي۔ د دې بحث مطلب دا دے
چې د آزادۍ اول چې معاشرتي ژوند کومه خاکه وه هغه په مخۀ راشي۔ دې بحث نــه دا معلومــيږي چې
د سيکانو او انګريزانو د دواړو دور کښې د پښتنو سيمې ســختې بې امــنۍ او اړي ګــړي ســره مخ وې ۔
سيکانو په خپل دور کښې د ظلم او جبر بازار ګرم کړې ؤ۔ او چې بيـا کلـه د انګريزانـو دور راغے پـه
هغې هم حاالت څۀ بدل نه وو ـ دا دواړه قوتونه پښتنو د پاره د ښمنان ؤ۔ ملک په غالمۍ کښې انخښــتې
ؤ ،او انګريز نورې هم خپلې پښې غزولے ،او دې مقصد د پاره ښــۀ پــوره پــوره منصــوبه بنــدۍ کــړې
وې۔
د سيکانو د حکومت دور او د انګريزانو د حکومت دور پدې سيمه د آزادۍ اولنے دور دے او
د بې امنۍ او بې قرارۍ دور دے يو هم او بل هم پدې خاوره بانـدې غاصـبانه حملې کـولے او دا ملـک
او د خاوره ئې قبضه کول غوښـتل او پـدې مقصـد کښـې کاميـاب شـوي هم وو۔ اوس دا بيلـه خـبره چې
چرته هم آرام او سکون په دې خاوره نصيب شوې ندے۔ د دوئې په ضد چې کومې مبارزې پېل شوې
وې د هغې خپل عمراني اثرات دي ۔ او دغه اثرات پښتنو په ســماجي ژونــد اثــر هم غورځــولے دې ۔ د
سيکانو نه د اولس چې کوم نفرت ؤ هغه تر اوسه زمونږ په ځنې متلونو محاورو کښـې ځـائې پـه ځـائې
په نظر راځي۔ دغه رنګ د انګريز سره هم د دې خاورې اولس په زړۀ کښې نفرت ساتلے دے او عماًل
ورسره هم جنګونه او مبارزې کړې دي۔ دا جنګونه او دا مبارزې د دغه سيمې خلقو کول او خامخا بــه
اثر هم پرې غورځېدو۔ شـاعران هم د دغـه معاشـرې اوسـيدونکي وو ،دې اولس سـره يـو ځـائې پـاتې
کيدل په هغو باندې د عام اولس او خلقو په نسبت زيات اثر کېدۀ ځکــه چې دا زيــات حســاس خلــق وو۔
بله خبره دا هم ده چې دا چاربېتې به په حجرو کښې په مجلســونو کښــې وئيلے کېــدې۔ او خلقــو پــه دا
درد محسوسولو۔ او پدې جوړ به هغو د سيکانو او انګريزانو سره په زړۀ کښې مينه نه پيدا کېــدۀ بلکې
هر درد او احساس به ئې داسې راپارېدۀ چې د خپلې خاورې او د خپل دين د حفاظت د پاره به جهاد تــه
تيارېدل۔ ډاکټر يار محمد مغموم خټک په دې حواله ليکي:
" د آزادۍ د پاره که يو طرف ته پښتنو مجاهدينو د جنګ ميدان تود کــړې ؤ۔ نــو پــه
بل طرف شاعرانو د شــعر پــه جامــه کښــې د قلمي جهــاد ټــولې ذمــه دارۍ تــر ســره
کولې۔ او چې رښتيا خبره وي که پښتنو مجاهدينو د دشمن خالف د غزاګانو پېل نۀ
وے کړے نـو شـايد چې نن دپښـتو شـاعرۍ رنـګ بـدل وے۔ پښـتو شـاعري د دغـه
غزاګانو په نتيجه کښې راپېدا شوه او دغه غزاګـانې د آزادۍ دغـه احسـاس د لويـو
لويو هستيو د ذهنونو پېداوار ؤ۔ پـه دغـو لويـو لويـو کښـې د فقـيرانو او دروېشـانو
نومونه سرفهرست دي۔ په دغه غزاګانو کښې د دروېشانو ډېر لــوئے الس ؤ۔ او بيــا
د دغه دروېشانو او فقيرانو په زرګونــو مريــدان وو۔ دغـه مريــدانو بــه د فقـيرانو پــه
245
اشاره د مذهب او وطن د پاره خپــل ځانونــه قربــانول۔ هم دغــه مريــدانو کښــې ځــنې
()16
شاعران هم موجود وو"۔
يقيًنا چې دغه غزاګانو د پښتو شاعرۍ ته د حريت جذبه او جوش ورکړو۔ او کوم جوش ،جذبــه
او ولوله چې په ميدان د جنګ کښې په مجاهدينو کښې په نظر راتله هم هغه شــان جــوش او ولولــه پــدې
شاعرۍ کښې هم وجود لري۔ " دغه غزاګانې خالصه د ديني جذبې الندې وې او هيڅ قسم سياست پــدې
کښې نه ؤ شامل ،چې د يو اجتماعي شعور د ال ندې زلميــان ،بوډاګــان ،نــر ،ښــځې راپورتــه شــوې وو۔
پښتانۀ د هر کافر مخالف وو هغه تور کافر وو او که سرۀ کافر۔ ډاکټر يار محمد مغمــوم خټــک دا خــبره
چې پښتانه د مذهبي جذبې سره سره " د پښـتو پـه وسـله هم وسـله بنـد وو" او د پښـتو دغـه وسـله تـل د
مذهب د حفاظت د پاره راپورته کړلے شوې ده۔
دغه غزاګانې او جنګونه د يو خاص وخت پورې خالصه مذهبي جذبې ســره کېــدل او سياســي
عمل دخل پکښې نه ؤ۔ دغه موده ډاکټر يار محمد مغموم د 1749ء نه تر 1910ء پورې تصور کوي او
د 1910ء نه تر 1920ء پورې ورته بيا د ځنو سياسي ليډرانو په واسطه څۀ لږه ډېــره سياســي پوهــه او
()17
احساس شوې ؤ۔
دغــه دور د خــدائي خــدمتګار تحريــک دور دے۔ د آزادو مدرســو دور دے او د انجمن اصــالح
االفاغنه دور دے او بيا د خدائي خدمتګارو دور دے۔ چې اول د يــو اصــالحي تنظيم پــه صــورت کښــې
مخې ته راغے او بيا د يو سياسي ګوند په صورت کښې۔ خدائې خدمتګارو پــه اولس کښــې د اصــالحي
کارونو سره سره سياسي شعور او فهم هم پيدا کړو۔ "پښتون" رســاله اووتــۀ۔ د انګريــز خالف د غالمۍ
خالف سياسي مبارزه شروع شوه۔ د شعر و ادب د ميدان موضوعات هم خپــل رنــګ پــه دې دور کښــې
بدل کړي۔ اوس شاعران هم د مذهبي او ديني جذبې نه خالي نه دي خو د ديني جذباتو سره سره سياســي
ادراک ورته هم حاصل دے۔ ډرامې ليکلے کېږي او په سټيج وړانــدې کــېږي خــو دا هــر څــۀ د عــدم
تشدد د فلسفې د الندې کولے شي۔ د دې دور شاعرې پــه عمــراني لحــاظ ډېــره ارزښــتناکه ده۔ خــو پــدې
حقله به هم پدې باب کښې د يو بل سرخط " د تحريک آزادۍ په دوران کښې د شاعرۍ نوي جهتونه" د
الندې بحث کولے شي۔
د دې بحث حاصل دا دے چې د آزادۍ نه اول د پښتنو پــه معاشــره چې کــومې هلې ځلې وې او
معاشره کومو مسائلو سره مخ وه زمونږ شعر و ادب د هغې څنګه او په کوم رنګ ترجمــاني کــړې ده۔
د آزادۍ نـه اول دغـه دور تـه مـونږ يـو اضــطراري دور وئيلے شـو۔ اول پـدې سـيمه بانـدې د سـيکانو
حکومت راغے چې کوم ډېر کم وخت يعني کــال 1799ء نــه تــر 1849ء پــورې وو او بيــا د پښــتنو پــه
سيمه خو ډېر کم ؤ۔ خو د ظلم او بربــريت بــازار ئې ګــرم کــړې ؤ۔ د ســيکانو خالف جهــاد د ســيد احمــد
شهيد په مشرۍ کښې روان ؤ۔ او د سـيد احمـد شـهيد نـه پس هم پښـتنو ځـائې پـه ځـائې د دوئي پـه ضــد
مبارزې جاري ساتلے وې۔ د دوئي نه پس د انګريز حکومت تقريًبا سل کاله پـورې وو پـدې دور کښـې
هم د غزاګانو سلسله روانه وه او د سيکانو نه زيات شــدت او زور ســره د انګريــز خالف جهــاد جــاري
اوساتلے شو۔ پدې دواړۀ دورونو کښې د پښتو په شعري ادب کښې د مزاحمت او جنګ يو رنــګ غــالب
246
ؤ۔ په خصوصي توګه چاربېته پدې دوؤ دورونو کښې زياته اوليکلے شوه۔ پــه چاربېتــه کښــې د خپلې
خاورې د آزادۍ د پاره په ديني جذبې او روحاني تړون سره شاعرانو د خپل اولس وينه ګرمه اوســاتله۔
پدې دور کښې د پښتنو معاشرتي ژوند کښې قرار او سکون کم په نظــر راځي۔ د ســيکانو ســره مبــارزه
ختمېږي نو د انګريزانو سره د جنګ ميـدان ګرمـېږي۔ او دا سلسـله د آزادۍ پـورې روانـه وي۔ د دې
دور په شاعرۍ کښې چې زياته د چاربېتې په صورت کښــې پــه مخــه راغلے ده ،شــاعرانو د حســن و
عشق او د رومان خبرې هم کـړې دي خـو ډېـرې کمې او د غزاګـانو او جنګونـو خـبرې پکښـې ډېـرې
شوې دي۔ يواځې د چاربېتې نه د دې دور پــوره تــاريخ ليکلے کېــدې شــي۔ ولے چې شــاعرانو د هــر
جنګ او تقريًبا د هرې پيښې ذکر په خپلو چاربيتو کښې کړې دے۔ ګويا دا وئيلے کېدے شــي چي پــدې
دور کښې چې د پښتنو معاشره کومو مشکال تو او ستونزو سره مخ وه ،پښتو شاعرۍ کښــې د هغې ښــه
پوره پوره عکاسي شوې ده۔
ت
د حريک آزادۍ پ ه دوران کښې
ت ن
د ش اعرۍ وي ج ه و ه
ن
ش ق ش ت
د آزادۍ حريک پ ه هن دو خست ان کښې د 1857ء قد آزادۍ د ج ن خګ ن ه ب ا اعده تروع و او 1947ء پورې ج اري ۔
ن ن ق ن
پ دې مين ځ زمان ه پ ښت و د آزادۍ د پ اره ن پ ل د ځان او د مال د رب ان ۍ ن ه فيو س ډډه اون ک نړه۔ ري تًبا سلو ت ه زدې ج ن ګون ه پ ښت و د
خ خ لې خ اوي د آزادۍ د اره د ان ګريزا و سره اوکړۀ۔ دې دوئ ې د ان ګريز وج ت ه ه زرګو و ان
اوان ورکړو او پ له ئ ې هم ت ي ج پ ت پ پ ن خپ
خ خ خ ئ خ ن ن
پ ل ځا و ه او مالو ه د نوطن د آزادۍ ت د پ اره داؤ نکړل۔ د آزادۍ پ ه حريک کښې د دا ي دمت ګار حريک ب ر ه پ دې ش اوره د
ن
هر چ ا ن ه زيات ه ده ن۔ د سيکا و او ب يا وروس و د ان ګريزا و سرهخد وسله ب ن د مزاحمت ن ه پس چ ې غکله پ ه پ ښت و کښې د سياسي عور او
ف
آزادۍ د پ اره پ ل س ر ډېر پ ه حوتصلې ،صب نر او ز م سره پ ېل کشړو۔ خ دائ خي خ دمت ګار د م الر د ف هم رڼا خ وره ش وه و هغوئ ن
ت فغ ه ه ې پ ج
ې ت
حريک د آزادو مدرسو د ا خمن اصالح ئاال ا نن ه او ب يا د خ دائ ي خ دمت ګار حريک پ ه وم پ ه پ ښ و د علم او عور د رڼا ورولو د پ اره
ت ت
ي ،پ ل پ ه وسا لو د ا حصار کولو الرې چ ارې تروان ې کړې او سياسني رت يب ئ فې هم ورکړو۔ پ ښ ون " ن ت
کوټلي ګشامو ه پور ه کړ ش
ت
ادب سره سره پ ه اريخ او سياست او د وي سوچ او کر پ ه عام کولو کښې يو رسالهئ روع کړلے وه چ ې خد پ ئښ و خژب ې او ت
ډېر لوے او ب ن يادي کردار لري۔ دا ې دمت ګار حريک د اولس د پوهې او ادراک د پ اره د سياسي الرو چ ارو سره سره ادب ي
247
خ
1888ء 1954ء) ،ع بن دالخ الق ليق( 1895ء1978-ء) مياں احمد ش اہ ب ېرسټر ( 1896ء-
1961ء) ،کاکاج ی ص فوب ر حسين موم ن د( 1897ء -ت1965ء) ،خ ان مير هاللی(1897ء-
1957ء) ،مرزا قاج دمحم خ اموش( 1898ء1971-ء)، ء( ،ع ب دالمالک دا ( 1897ء -ف ض 1974
خ
ء) ،ل رحيم سا ی( 1904ء1994 -ء)،غ نارب اب دمحم داالکب ر ان اکب ر( 1900ء 1977 -ن ع بس ش
خ ل خ
ا لم رر( 1905ء1957 -ء) ،امير واز ان ج ليا( 1910ء1979 -ء) ع ب دا ی ان (
غ ش
1996ء)،ت سيدہ ب ر ب يگم ،الف ج ان ه خف ټک و ېره هم ش امل دي ن۔ ندې آزادۍ 1914ءش – نخ ن
ن ج ض ح ٰی ش
وښو کو اعرا و او اعرا و د آزادۍ پ ه ق دومره زب ردست ه ا وړه کړه چ ې ا ګريز حکمرا ا و دا پ ه ډېر
ش دت سره محسوس کړه"۔
ن
نق غ ق ن
ئپ ه ح له ليکل دي ،ه ه ټول دلت ه ل تکول ګران کار دے۔ د دې هر يو دې ټولو نش اعرا و چ ې کوم ظ مون ه د آزادۍ
ن ق ق
دے۔ ےغب اب ن ے درن قاو يمت لري او زمون ږ د آزادۍ د اريخ يو ن ه هيريدو ک ت ش اعر او ش اعرۍ دا ظ مون ه د آزادۍ پ ه حواله ډېر لو
ن غ ش
دلت ه ب ه د ع ب دالغ ن ي خ ان يو څو عرون ه د حوالې پ ه وګه ل کړو۔ چ ې پ ه کومو کښې د ن ي خ ان يو وړوکے و دے ظ م
خ
دے او سر ط ئ ې "وصيت" دے۔
ق ش
والړې وي بر په مې نې خ ازې که
ت غ
الړې پرې وکړۍ راځي مړوم الم که
ن خ
ېلے لمب د وم نه وي و پ لو په که
غ ت
اړې ج مات د پ لي وئ مه ما په
ف ق ق
کا نه دښمن د وځ مې طرې طري چې
ژاړې ته به مخ کوم په پسې ما موورې
کړ م عدن ب اغ ملک ن ن ګه
بې دا به يا
ن
()19
ويج اړې کوڅې ښو پ ت د کړ م به يا
ت ت ن ف
ن ن تف غ غ ت ض مح خ ف
د ل خمود م ي (1884ء ا )1947ه ه ظ ن قم چ ې ه ه پ کښې د پ ت
ښ و ند ا اق ،ا حاد ،او آزادۍ ن م ا او آرزو
ن غ
کوي۔ دف ه ب اچ ا خ ان پ ل کت اب "ن قزما ژو د او ج د و ج هد" ک ښېن ل کړې دي۔ او د دې ظن م پ ه حواله وا في چ ې دا ظ م و زما د
ئ
ن ن
ژو د ،نکر ،عمل او ج دوج هد ک نښې لشکړې دے او د دې ظ م پ ه حواله وائ ي چ ې " دا ظ م زما د ژو د ،کر ،عمل او ج دوج هد
ت
رښ وے ملګرې دے۔ د دې ظ م څو عرون ه داسې دي:
ن
کړې ودان ه ته خ او ده
حج ره والي يو د زمون ږ
ئ
کړې ځان ه د پ کښې ځاے يو
خ ت
وره ډ له پښو د
249
ش غ
ته رعې زل کړۀ دې سم سليمه
ق خ
()23
کوه ام پل د ذکر پ کښې لږ
ق ش خ غ ق ش خ خش ق
د ام دا ذکر و د و حال خ ان خ ټک ن ه روعات پ ه ب ا اعده ډول وي و د هخ دور د ام د ذکر پ ه ب يا د عروج دور
ش ش ش ق
و۔ د ام ذکرپ ه ش ناعرۍ کښې کولو م طلب دا و چ ې ش اعري اوس د سماج او د معا رت ب رې کولے۔ ل ن ډه دا چ ې د دې دور
خ خ غ ش ف تق ض خ
ش اعرۍ د و ت د وو ا و سره س ر کول روع کړو۔ او هم د ه وج ه وه چ ې پ دې و ت ک خښې د آزادۍ ب رې روان ې وې ،د
ۍ هم پ ل رول پ ه ښۀ ج وړ ادا کړو۔ اعر غ المۍ ن ه د خ الصۍ ن دون ه ت ړلے کيدل ،ټوله دن يا دلېده ،او دې دلون ښتو ش
خ پ پ ب ب ب
اول ن ه هم مخعموره وه و غاوس د خآزادۍ د ج ذبغې سره خسره د د سر ذ د آزاد د ف اعر لکهق اول هم ذکر ش وي ې د ښتو ش
ش ج خ فب ض چ پ مست ب ل خ وب ون
ي دا يو څو عرون ه چ ې پ ل ج هاز واړي ،پ ل ريل واړي ،پ ل
ه ې ۍ ي
ت م مودحم ل د لک دلن ئ ک دل ق ل م ت غ
مست
ه ې ي ه ه
ار واړي ،ګويا د ب ل د سا س او ټيک ن الوج ۍ د حصول م ن ا لري:
خ
راش ي به و ت داسې خ دايا
وي هم به ج هاز زمون ږ چې
شي هوا په به ب از لکه
تخ
وي سم به اوب و رو په
شي پ ېدا زمون ږ هم به رېل
ق ت
وي دم هر په هم به ار
خ
يم پسې ج رن ې ل پل به زه
()24
وي کول دؤ دښمن به په
ن ت ق
رسول رسا (1910ء1990 -ء) د ش هيد د مرګ د عظ تمت خ ،د پ ښت و زلمو د
ت د آزادۍ ج ذب ه ب ر راره خسا لو د پ اره سيد
ج هاد ج ذب ه او ش يخ ت ه وين ا چ ې دا و ت پ ه ګوټ کښې بس و اړولو ن ه دے ب لکي د عمل پ ه ميدان کښې د راو لو و ت دے:
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
نن
ک ړي مېدا و و د ارمان چې دي هغ ه زلمي ښۀ
ن
وي لېواله ته ج ن ګو و چې دي هغ ي زلمي ښۀ
ن ن
کړي سرو و په لوب ې مدام دے پ ښت و د کار
خش غ
مرګ ئ ې دے مړ کړے چ ې زا له ځي و حاله وي
ف ن
کښې رن ځورو د ريادو و په پرات ه مرګه سل
ن ت ش خ
رن ګا د س پ ي و ورو کښې مرګ و د ش هيد دے پ ه
ن ن
ال کښې عرو په ت کب يرو و د مست ۍ وي څومره
ن
ال کښې ب ست رو په ز کدن د سلګۍ شه ورکې
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
ن ش
کړې ازون ه پ ې پ ه اوښکو که ت ه د ن يم ې ش خ
ېه
خ خ خ
کووم ور اوب ۀ اوښکو لو پ په من چ پل د زۀ
ت ت
ن
ب و اميل پ ه الس کښې حساب و ه کړې س ل د تۀ
ت
کووم سر په ل لوب ې کښې مين ه ليون ۍ زۀ
ت فخ ت
کښې ب ا ورو په يم حساب زه ر ش خي ي ات ه
ن ت ش خ
رن ګا د س پ ي و ورو کښې و د ش هيد دے پ ه مرګ
ت خن ن ت خن
رازو کښې ال د پ ښ ون ژو د دے پ ه ګوا و و ود
ن
ال ()25
کښې ب ست رو په ز کدن د سلګۍ شه ورکې
دان م که د ماللے ه ټ ه ان دې د ميون د ه ميدان کښې ښت ان ۀ سر دو خاره د يوې ن وې ذ ې او ولولې سره د ج ن
ت
ن
ېرت آواز راپورت ه کوي او د پ ښت و
غج ب ي ،ن و د آزادۍ نپحريک کښې همپ ښت ن ې زن ان ه بد پ ل ن ن
ن پ پ ب
ت ه ب ېرت ه راځي او ج ګ ګټ
ي ګ
فت او ګ خ خ پ ن ن
سړو ج ذب ې رالړزوي۔ دلت ه د هغ ه ټولو ز ا وؤ ظ مون ه ليکل و ممکن ن ه دي ،و پ هيو مث ال ب ه اک ا اوکړو۔
ن ت ت
ع
ء2002 -ء) د آزادۍ د دې حريک زب ردست ه مرست ياله وه او د ج ي کو د ليم او سيده ب ش ر ب ېګم ( 1922ن
ش خ قٰی ت
رب يت سره سره د ومي ج ذب ې د پ اره ب ه ئ ې ظ مون ه ليکل۔ همېش ليل د سيده ب ر ب ېګم پ ه حواله ليکي:
ٰی
ت ش غ ش ت
1930ء دشآزادنۍ حريک د ب ر ملي ج تذب ات راؤلړزول۔ او د المۍ د ورې پ ې خ" د کال خ ن
ت ن ٰی ئ ق
الف د پ لو ا الب ي عرو و پ ه ذريعه ې د حريت پرس و پ ه وي ه کښې د ګرمۍ او ج وش پ ه راوس لو هم
252
ن
ن ن ن ت ق ن ش
خاهم کردار ولوب ولوت۔۔۔۔ د ب ر پ ه ظ تمو و کښې پر ه د ومي ج ذب ې ،د ا سا ي ورورولۍ ،مي ې ،ښيګړې او
ش ت ٰی خ ق ن
()26
صوًصا د ج ي کو د عليمي او ا ال ي عليم او رب يت زور راوړلے وے دے"۔
ت ن نن ن خ
ت ت غ ش
سيده ب ر ب ېګم پ ه پ ل دې ظ م کښې پ ښت و ز ا ؤ کښې د آزادۍ د تحريک ج ذب ه رالړزوي ناو ه و دې ه ياروي چ ې ست اسو
ق ٰی
وئ ۔ اوس ور سين ګارون ه پريږدئ او د خ پ ه دې م ب خارزه کوم م ام دے او کوم س ن ګر او کومه مورچ ه او ب ورج ل ب ه اسو ټين ګ
ق ق ش
وطن مين ه پ ل سين ګار ج وړ کړئ۔ د جن امو او د کالو د ت وق پ ه ند وطن او ام مين ه پ ل م صد ج وړ کړۍ۔ ځکه چ ې اوس
خ خ تق خ
و ت ب دل دے۔ د دې و ت اض ې ورې ،و ت د اسو ن ه د ور څۀ طمعه کوي:
ن ق
ګلون ه س پ ړي ملک د ب اغ وي و په ام د
ځون ه ته ميدان ج ي ن کۍ مون ږ
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
ق ق
خ يژي ومون ه رب ان ۍ په
ت ت
دس وردے دا عمر مامي
ت ش
کېږي اال مال سر کښې عق په
ت ت
دس وردے دا عمر مامي
ن ق
ګلون ه س پ ړي ملک د ب اغ وي و په ام د
ځون ه ته ميدان ج ي ن کۍ مون ږ
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
ت ن
پ اره د ملک د ج نګ ے
را لو ک
خ ن
کړ ئ ت يارۍ وين دو ښو پ ت
الره عروج د ښکاره به شي
خ ن
کړ ئ ت يارۍ وين دو ښوپ ت
ن
کورون ه وران شي ج وړ به الس په ؤ ز ان ه د
ځون ه ته ميدان ج ي ن کۍ مون ږ
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
دے س ن ګار مين ه وطن د اوس
ن
شۀ زمان ې د ب دل ظ ام
ش
دے ب يکار ج امې کالي د وق
253
ن
شۀ زمان ې د ب دل ظ ام
ف ش
اورون ه ين ټول په کړ و پورې چې راځئ
ځون ه ته ميدان ج ي ن کۍ مون ږ
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
يوازې شعرې ادب باندې نظر واچؤو بيا هم دا د تعداد ،مقــدار او معيــار پــه لحــاظ ســره زيــات دے۔ بې
شکه چې د تحريک آزادۍ په دوران کښې د پښتو شاعري په فني او فکري لحاظ د ډېـرو نـوي جهتونـو
سره اشنا شوه۔
د انګريزانو دور حکومت پورې د پښـتو پـه شـعري ادب کښـې چې کـوم فـني او فکـري ۔ هغې
باندې په تېرو پاڼو کښې بحث اوشو۔ د آزادۍ نه پس د پښتو شعري ادب کومو معاشعرتي حقائقو ســره
مخ ؤ او هغه کوم داسې معاشرتي اسباب وو چې د پښتو شعر باندې اثر انداز شــول او پښــتنو شــاعرانو
ورته په خپل شعر کښې ځائې ورکړو۔ دلتــه د يــوې خــبرې وضــاحت هم ضــروري دے او هغــه دا چې
خدائي خدمت ګــار تحريــک او څــۀ لــږ غونــدې پــه رومــاني تحريــک بانــدې بحث شــوې دے۔ خــو دلتــه
مختصًر ا په ترقي پسند تحريک باندې بحث کول ځکـه ضـروري دي ،چې دغـه ادبي تحريـک پـه ټولـه
دنيا کښې د خپل ترقي پسند نظرياتو په سبب مقبول شــوې ؤ او د دې تحريــک اثــرات پــه پښــتو شــعر و
255
ادب باندي هم پريوتي وو۔ "1947ء نه په پېښور کښــې د انجمن تــرقي پســند مصــنفين باقاعــده تنقيــدي
اجالسونه شروع شوي وو۔ او په دې اجالسونو کښې د اردو سره ســره د پښــتو تــرقي پســند ليکوالــو هم
ګډون کولو۔ د ترقي پسندو دغۀ اجالسونو کښې د اردو لوئےلوئے ترقي پسند شاعران او اديبــان بــه هم
وخت په وخت راتلل لکه فېض احمد فيص ،موالنا حســرت موهــاني ،عبدالحميــد عــدم ،ســعادت حســن
منټو ،احمد نديم قاسمي۔ د انجمن تـرقي پسـند مصـنفين د تنقـدي اجالسـونو دائـره رو رو د صـوبې نـور
()29
ضلعو ته هم اوغزيده۔
د ترقي پسند تحريک ذکر دلته ځکه اوکړلے شو چې يو خو ترقي پسند تحريک د آزادۍ نه پس
دلته باقاعده کار شروع کړو او پدې پاڼو کښـې چې کـوم بحث کـېږي د هغې سـرخط هم " د آزادۍ نـه
پس معاشرتي حقائق" دے۔ او چې خبره د معاشرتي حقائقو شي نو د ترقي پسند تحريک خو منشــور هم
دغۀ دے چې " ادب د ژوند د پاره" ۔ او کوم ادب کښې چې د ژونـد خـبره نـه وي د معاشـرې خـبره نـه
وي ،د سماج خبره نه وي ،د خلقو د کنډو کړمــو خــبره نــه وي ،د اولس د محرومــو خــبره نــه وي ،او د
طبقاتي شعور خبره نه تحريک پسند ليکوال هغه ادب نه بولي۔ او چې په شعر وادب کښې د خپــل اولس
او خلقو او د معاشرې او د سماج خبره کېږي دغې ته عمراني شعور وئيلے شي۔ په پښتو ادب کښــې د
عمراني شعور فهم او ادراک باندې خبره په دريم باب کښې شوې ده چې عمراني شعور پښــتو شــاعرۍ
کښې د کالسيکي دور نه راروان دے۔ او د د دنيا يو شــاعر د خپــل اولس او ســماج نــه ســترګې نــه شــي
پټولے۔ هر شاعر د شاعر کيدو اول د يوې معاشرې فرد وي او هر شاعر خپــل د شــعر پــاره د ژبې نــه
واخله تر خياالت ،تصورت ،محاورې ،اصطالحات ،تشبيهات او استعارې د خپلې معاشرې او د خپل
اولس نه را اخلي۔ کو ترقي پسند ليکوالو دغه معاشرتي حقائق د يــو تحريــک پــه ډول رااوچت کــړل او
هغو د ادب هر صنف د معاشرې د خلقو ،د مسائلو ،محرومو ،د بيانولو د پاره پکار راولي۔ تـرقي پسـند
ليکوال د مزدور ،د غريب ،د کسان ،خبره کوي او پدې ډول طبقاتي شعور په اولس کښې پيدا کوي۔ دا
ټولې خبرې خو د اول نه هم کيدې خو دې تحريک په منظم ډول دا خياالت او تصورات راپورته کړل ۔
پښتو شاعرۍ کښې که دغه تصورات په څۀ نه څۀ شکل او صورت کښې د اول نه موجود وو،
خو اوس ترقي پسند تحريک دې ته يو منظم او مربوط صورت ورکړو۔
د آزادۍ نه پس پښتون شاعر ته چې کوم محاذ په مخه پروت ؤ هغه په اولس کښــې د اجتمــاعي
شعور پيدا کول وو۔ ملک آزاد شو ،د غالمۍ زنځيرونه اوشليدل ،خو اوس د اولس د ترقۍ خوشــحالۍ،
د سماجي ،سياسي ،او اقتصـادي انصـاف خـبره وه۔ د تعليمي شـعور خـبره وه۔ انګريزانـو پـه دې ملـک
کښې مه څۀ لږ ډېر کارونه کړي هم وو هغه د دومره لوئې صوبې د اولس د پاره د نشت برابر وو۔ بيــا
دا خبره هم وه چې زاړۀ حکمرانان خو الړل خو اوس چې کوم نوي راځي هغو د خپل اولس او خلقــو د
پاره څـۀ کـوي۔ کلـه چې د آزادۍ نـه پس شـاعري اوکـتے شـي نـو دا انـدازه تـرې لګي چې د شـعر پـه
صورت کښې زمونږ شاعرانو چې څۀ ليکلي د هغې اندازه لګي چې هغــو هم د فېض احمــد فېض پــه
شان د مايوسۍ ښکار شول۔ او چې د کوم سحر انتظار ئې په ډېر شــواخون کــړے ؤ ،د هغې رڼــا ورتــه
تر لرې لرې نه ښــکاريدله۔ دې نــه عالوه دا خــبره هم وه چې کلــه ملــک آزاد شــو ،د غالمۍ تــوره شــپه
ختمه شوه۔ اوس د شاعرانو فکر خپلې معاشرې ،خپل اولس ،پلۀ هم منتقل شو۔ او پــه معاشــره او اولس
256
کښې چې کومې منفي خبرې هغو ته ښکاريدلے په هغې باندې ليکل کول۔ هغه منفي خبرې چې په کــوم
رنګ کښې هم وې که د منفي رواياتو په صورت کښې وې که د توهماتو په شکل کښې وې ،که د جبر
استحصال او ناانصافۍ په رنګ کښې وې خو د شعر په صورت کښې د هغې ذکر کولو۔
د عمراني شعور او ترقي پسند فکر شاعرانو د شاعرۍ په هر صنف کښې بيانولے۔ خو د غزل
په ځائې د سماجي افکار په نطم کښې زيات په آسانه ځائيــدل۔ او هم دغـه وجــه ده چې دغـه عمــراني او
ترقي پسند افکار په نظم کښې زيات ښــکاري۔ خــو د دې دا مطلب هم نــه دے چې ګــڼي غــزل د دې نــه
خالي دے۔ په غزل کښې هم دغه فکر ډېر په فني او فکر انداز سره بيان شوې دے۔ خو دې افکارو له د
نظم صنف زيات موزون دے چې په آسانۍ سره پکښې بيانيدې شي۔ اســماعيل ګــوهر د دې تــرقي پســند
سوچ او فکر په حواله ليکي:
ت ئ قت ظ ف تق ن ش ن
ے وے طب ا ی ہ جرأت ا ہار کاف مظ اہ رہ کر ن ف " ت ر ی پ س د عرا ے نحری نتف کر او ر ش
ن ی ب دحالی ،رسودہ اور م ی روای ات اور تاس حصال ،ج بر ،خسماج ی ا ا صا ی نوں ،معا
کے الفن لکھا۔ ا ہوںئے سماج قکے م قکروہ چہروں قسے پ نردے مات ن ٹوہ ئ
ح
کوم و ہور طب ات کے وق ،ا سان م ح م ب ق
ن ے خ کے ج ا ضاور ری روماح ی قت ئ ن
ا ھاتے
()30 س ی
دوس ی اور ز دگی کے ی مسا ل کو مو وع ن ب ای ا"۔
ترجمه:
د آزادۍ نه پس معاشرتي حاالت بدل شو ۔ اول د سيکانو سره مبارزه وه ،بيا د فرنګيانو ســره د
آزادۍ جنګ ؤ۔ د سيکانو او فرنګيانو سره په مبارزو کښې زمونږ شاعرانو د ديــني جــذبې ســره ســره د
وطن د دمينې د جذبې النــدې د خپلــو اشــعارو پــه ذريعــه پــه خپلــه معاشــره او اولس کښــې دا شــعور او
احساس بېدارولو چې د ملک او وطن آزادي مقدم ده ۔ دې د پاره به د سرونو قرباني ورکــول غـواړي۔
ګويا چې وطن هم هغۀ محبوبا ده چې د آزادۍ او خپلواکۍ ديدن ئې د سر پــه بدلــه دے۔ او چې يــو قــوم
خپل سر ساتي هغه وطن نشي ګټلے۔ د آزادۍ د ګلستان اوبۀ خور په وينوکېږي ۔
خو چې کله وطن آزاد شو ،فرنګيان ترې الړل ،اوس قوم اولس او معاشــره کښــې د شــعور او
بيدارۍ پيدا کول وو ،چې په يو آزاد او خودمختار ملک کښې ستاسو حق ،ستاسو برخــه څــومره ده ۔ او
دا احســاس رابېــدارول وو چې د وطن او ملــک د اولس سياســي ،ســماجي ،اقتصــادي استحصــال ختم
کړلے شي۔ ولے چې اوس خو د غېرو حکومت او اختيار نه دے ۔ اوس خو ټول واک او اختيار خپلــو
څخه دے اوس خو خپل تقدير خپله جوړول دي ۔ طبقاتي تفريق ختمول دي ۔ خو د دې لوئے کار د پاره
مزل چا شروع کړے هم ؤ۔ حقيقت څۀ بدل وو۔ حکمران طبقه په دې کار کولــو کښــې ناکامــه وه ،ځکــه
257
خو شاعرانو د خپل قلم په ذريعه اوس دا جهاد شروع کړو چې دا ولے۔ خــو داســوال پورتــه کــول او دا
آواز پوته کول آسان هم نه ؤ ۔ دې کښې لوئے لوئے الرې او لوئے لوئے منزلونه وو۔ ځکه خو د اردو
شاعر فېض احمد فېض پدې وئيلو مجبور شـو چې د آزادۍ د کـوم سـحر خـوب مـونږ ليـدلے ؤ هغـه
سپين او روڼ سـر خـو دا نـه دے۔ د هغې خـوب تعبـير خـو دا نـه دے۔ پښـتنو شـاعرانو هم د دې خـوب
رښتينې تعبير غوښتلو د پاره خپل آواز پورته کولو کښې وروستو نه ؤ پاتې۔ د يو شاعر سماجي وظيفــه
هم دغه ده چې هغه څــۀ ويــني هغــه بــه وائي ،هغــه بــه ليکي۔ ولے چې شــاعر د قــوم ســترګې وي او د
سترګو ذمه داري چې څۀ ده هغۀ به کوي ۔ د شاعر مثال د آئينې دے آئينه به مخ او بشــره ښــائي او چې
کوم حقيقت وي هغۀ به په دې دواړو صورتونو کښـې پـه مخـه راځي۔ سـترګې بـه ورځ تـه ورځ وائي،
شپې ته به شپه ،ښه ته ښه وائي بد ته به بــد وائي۔ آئينــه بــه شــکل او صــورت هم هغــه ښــائي چې دے د
ځانه خو صورت ګري نشي کولے۔ پــه دغــه شــعور خورولــو او بيــدارولو کښــې پښــتنو شــاعرانو خپــل
کردار ښۀ په نره ادا کولو کوشش کړې دے۔ او د آزادۍ نه پس چې کوم معاشرتي حقائق په مخه راتلــل
هغه ئې بيانول ۔ اوس دغۀ آواز د کوم لورې نه چا پورته کوؤ ،کومه جنډه او بېرغ د چا په الس کښې
د کومې پارټۍاو ګوند سره ملګرې وو ،د هغه سياسي نظريات څۀ وو۔ دا ټــول هغــۀ ســوالونه دي چې د
دې جواب د سياسي تاريخ نه اخستے شي ۔ دلته موضوع د معاشرتي حقائقو ده او دا چې پــه هــر رنــګ
او هر انداز چا راپورته کړي او په مخه راوړي دي هغه به کتل راځي۔
په پښتو شاعرۍ کښې د شلمې صدۍ عمرانيات کتــل دي او د هغې جــاج اغســتل دي نــو د هغې
په تناظر کښې دغه دور چي د فرنګي د تلو نه پس شروع شوې دے ،زيات د غوروفکر او توجه ال ئق
ځکه دے چې د عمراني شعور او ادراک په حواله د شعر په ژبه په دې دور کښې ډېر څۀ وئيلے شوي
دي۔ پدې عمراني شعور کښې ګڼ شمير شاعرانو خپل کردار ادا کړې دے او دغه سفر جاري دے۔ خــو
دا دومره په کثير تعداد د دې وخت شاعرانو کړې دے چې ټولو بانــدې بحث کــول ممکن نــه دي۔ خــو د
آزادۍ نه پس چې کومه نوې فضا او نوې ماحول په مخه راغے په هغې اجمااًل بحث اوکړو۔ ســليم راز
د دې نوې فضا په تناظر کښې د پښتو د شاعرۍ په حقله ليکي:
" او داسې پۀ يو نوې فضا کښې د پښتو د شـاعرۍ د نـوي دور آغـاز اوشـو چې پـه
زماني او مکاني چوکاټ کښې د 1947ء په پاکستان کښې خپــل يــو نــوي ســاخت او
نوي شناخت سره مخې ته راغله او د خپل وجــوديت او موجــوديت اقــرار و اظهــار
ئې په ډېر شدت او خصوصيت سره وکړو او نن د شپيتوؤ کــالو د ســختو مزلونــو د
مسلسل او صبر ازما سفر نه پس هم هغسې تازه دم او تيز قدم ده او د قــومي او بين
االقوامي سياق و سباق د ډېرو سنګينو حــاال تــو پــۀ ســرتيره او ســرتيزه فضــا کښــې
څرګنده او سربلنده ده ۔ د تيرو شــپيتوؤ کــالو (1947ء نــه تــر 2008ء) د شــاعرۍ د
سفر آغاز هم د آزادۍ د تحريک شاعران کوي چې د پاکستان د قيام ســره ســم نــوي
شاعران هم ورسره څنګ په څنګ روان شو او دغه ټول بيا د پښـتو شـاعرۍ لـوئے
()31
نومونه او معتبر شخصيتونه وګرځيدل"۔
258
اجمل خټک ( 1925ء – 2010ء) د خپلې شاعرۍ په ذريعه طبقاتي شعور عام کولو کښې ډېــر
لــوئے کــردار ادا کــړے دے۔ د غريبــانو ،د خوارانــو ،او د بې وزلــو خلقــو درد ،غم او ورځ پــه خپلــو
اشعارو کښې په داسې پرسوزه انداز سره په خپلو لفظونو کښې بيان کړې ده ،چې شاعري ئې د هر چــا
د زړۀ آواز ګرځېدلې ده او د هر چا د خولې سندره ترې جوړه شوې ده ۔ اجمــل خټــک د هــر انســان د
درد ،او غم خبره کو ،د سماجي ناانصافۍ خبره کوي ،د طبقاتي تفريوق خبره کوي ۔ او د يــو انســان پــه
طور د هر انسان خبره کوي ،او د يو پښتون په طور د هر پښتون خبره و د پښـتنې معاشـرې د يـو فــرد
په طور د پښتنې معاشرې خبره کوي۔ پــه خپــل يــو نظــر" فريــاد " چې پــه پــه اولس کښــې ډېــر شــهرت
موندلے دے ،کښې د خدائې سره د مخاطب کېدو او زارۍ کولو نه پس د طبقاتي تفريق خبره کوي:
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
اجمل خټک د ترقي پسند تحريک د نظريــاتو علمــبردار ؤ۔ او د تــرقي پســند تحريــک د منشــور
سره سم "ادب د ژوند د پاره" د نظرئې د الندې خپل نظمونه ليکلې دي ۔ د پښــتو پــه جديــد ادب کښــې د
مقصدي او مزاحمتي شاعرۍ امام ګڼلے شي۔ عبدهللا جان عابد د اجمل خټک په دې حواله ليکي:
259
ترجمه:
د اجمل خټک شاعري په جديد پښتو ادب کښې د مقصديت او مزاحمتي تحريک پــه
حواله يو تکړه آواز دے۔ وه څخه د سماجي ناانصافو ،طبقاتي تضاد او د معاشــرتي
کوز او پاس خالف د آواز پورته کولو يو زبردست جرأت مونــدې کــېږي۔ د دوئې
په اکثرو نظمونو سماجي انصاف ،مساوات ،برابري او د غــير طبقــاتي معاشــرې د
قيام او د انساني عظمت درد په خپله لمن کښـې لـري ،ولے چې هغـه پـه دې حقيقت
خبر دے چې د استحصالي او طبقاتي نظام د ختميدو نه بغــير د ســماجي انصــاف او
مساوات لرونکې معاشرې د خوب تعبير نشي راوتې او نــه د تهــذيبي ژونــد د ارتقــا
څۀ صورت وجود موندے شي۔
يقيًنا چې د آزادۍ نه پس تر ننه زمونږ معاشــره د ســماجي ناانصــافۍ ،عــدم مســاوات ،طبقــاتي
تقسيم نه نه ده وتلے۔ نن هم دغه تراخه معاشرتي حقائق وجود لري بلکې پــه څــۀ صــورتونو کښــې خــو
دغه عمل نور هم مضبوط شوې ښکاري۔ خو د يو رښتوني شاعر حق دا دے چې هغــه بــه د دې خالف
خپله قلمي مبارزه جاري ساتي۔ ولے چې دا د خير عمل دے او د خېر او د شر جنګ خو تل دوام لري
۔ د تېارو په ضد خو ډيوې بلول غواړي ۔ که مېښې د نواب دي نو وي دې خــو د ګــوجر غــريب آواز
پورته کول خو حق دے:
اجمل خټک په خپل يو نظم " زه هم زلمے يم" کښې د زلميتــوب خوبونــه ليــدل غــواړي۔ څنګــه
چې نور زلمي دغه خوبونه ليدل غواړي ،د چا د تورو خمــارو ســترګو خوبونــه ،د چــا د عنــبري زلفـو
خوبونه ،د ماللو بانړو او د مړو سترګو کتــل ،د مکــېز خنــدا او د اننګــو ســرخي د دۀ هم خوښــه ده او
260
غواړي ئې خو د ژوند تراخو حقيقتونو سره مخ دے ۔ د هغې نه سترګې نــه شــي غــړولے۔ ازغي ازغي
او سلګۍ سلګۍ ماحول کښې خوبونه خوند نه کوي۔ د معاشرتي تضاداتو پــه موجــودګۍ کښــې دا څنګــه
کيدے شي۔ د دې نظم دا آخري دوه بنده هم دغه معاشرتي تضاداتو ته اشاره کوي:
د آزادۍ نه پس د معاشرتي حقائقو په ترجمانۍ کښې د سليم راز نوم هغه شاعرانو کښــې شــامل
دے چې ترقي پسندي ئې يوازې نظرياتي ( )Theoreticalنه بلکې عملي ( )Practicalده۔ سليم راز
د ترقي پسند تحريک د پاره تر ننه خپل عملي جدوجهد کوي ۔ د سياسي ،اقتصادي او طبقاتي شعور پـه
خورولو کښې د سليم راز کردار يو نۀ هــېروونکے کــردار دے۔ کــه دا اوئيلے شــي چې د تــرقي پســند
افکارو په خورولو او عام کولو کښې چې د دوئې څومره محنت او کوشش شامل دے هغه د ډېــرو کمــو
شاعرانو او اديبانو په برخه رسيدلے دے۔ سليم راز د غيرجانبدارۍ د سره هډو قائل نه دے۔ د هغۀ وينا
دا ده چې يو سړے به "جانبدار"وي۔ هغه به د حق مرستيال وي يا د ناحق ،يا به د ظالم ملګــرې وي يــا
د مظلوم ،يا به په يوه الر والړ وي يا په بله ،په دې مينځ کښې د غير جانبدارۍ څۀ نوم او کردار نشته
او که څوک ورکوي هغه به منــافقت وي ،د هغې نــوم غيرجانبــداري نــه ده۔ اوس کــه غلے او خاموشــه
پاتې کېدل څوک غيرجانبداري تصور کوي دا ظلم دے۔ د مظلوم په مقابله کښې د ظالم الس نيول دي،
د حــق پــه مرســتيا کښــې د باطــل ســره مبــارزه کــول دي ۔ ســليم راز د تــرقي پســندۍ هم د دې تعريــف
علمبردار دے۔
سليم راز د معاشرتي او سماجي شعور خبره په خپلو اشعارو کښې پــه داســې انــداز ســره کــوي
چې د شعر جمالياتي رخ او فني قدرونه پرې نه قربانوي۔ ګويـا هغـه پـه دې انـداز کښـې د فېض احمـد
فېض ملګرے دے چې د مزدور ،مظلــوم ،د بې وســه ،او د ســماجي ناانصــافو د ښــکار شــوي اولس د
جذباتو نمائندګي د شعري محاسنو سره ډېر په ښه انداز کوي۔ لکه د تيارو په ضد دے خو هره تياره نــه
لکه:
261
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
سليم راز د تيارو نه نفرت کوي هغه د ظلم جبر تياري وي ،کـه د استحصـال تيـارې وي ۔ هـره
هغه تياره چې د انسان او معاشرې په الره کښې خند او خار کېږي هغه ئې بـدې شـي ۔ خـو کلـه چې د
محبوب د زلفو تيارې هم ستائي نو انداز ئې داسې وي چې د محبوب د زلفــو د تيــارو خــو صــفت کــوي
ولے نورې هرې تيارې نه شي برداشت کولے:
تيـــــارې دا څـــــۀ لـــــږې نـــــه وې ،چې پـــــه ژونـــــد مـــــو راخـــــورې دي
()37
جونــــو ! څــــۀ لــــه مــــو خــــورې کــــړې تــــورې زلفې ولونــــه ولونــــه
اوښکه ،خَو له او وينه درې واړه چې په کوم سبب باندې توئــيږي ،يــا چې کــوم خلــق او کومــه
طبقه د دې قدر نه کوي هغه استحصالي طبقه دي۔ سليم راز د دې طبقې غندنه هر د شعور خاوند کوي،
سليم راز خو خود ترقي پسند نظريه او فکر لري هغه به ترې څنګۀ غلے پاتې شي:
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
د طبقاتي معاشرې د منفي اړخونو پــه حوالــه ګڼ شــمير ليکونکــو ليــک کــړې دے او د طبقــاتي
معاشرې په حقله ئې د خپلو خياالتو څرګندونه کړې ده۔ چې د دا قسم معاشرې نقصــانات څــۀ وي۔ ســليم
راز په شاعرۍ کښې د طبقاتي معاشرې په حواله هم د هغو فکري او نظرياتي تصــورات خـوارۀ پراتـه
دي۔ دغه تصورات څۀ دي يا يوه طبقاتي معاشــره ولے نــه ده پکــار ،پــه دې معاشــره کښــې د انســان او
انسانيت کوم نقصانات دي۔ د دې په حقله هم خپله د سليم راز چې کوم تصور دے ،هغه د هغو د قلم پــر
ژبه باندې داسې بيان شوې دے:
" د سماجي ســائنس عالمــان وائي چي طبقــاتي معاشــره پــه خپــل فطــرت کښــې يــوه
استحصــالي او د جــبرو تشــدد معاشــره وي۔ چې د امن ،ميــنې او انصــاف تصــور
پکښې عنقا دي۔ ځکــه اديب او فن کــار د طبقــاتي جــبر خالف قلمي او فــني مبــارزه
کوي۔ او د خپلو ليکونو او فن پارو په ذريعه خلقــو کښــې فکــري انقالب پيــدا کــوي۔
ورته د يو بل د حقوقو او د خپلو ذمه داريو احسـاس ورکـوي۔ او داسـې پـه معاشـره
کښــې برداشــت ،تحمــل او جمهــوري کلچــر تــه وده ورکــوي۔ چې د امن ،تــرقۍ او
()39
خوشحالۍ د پاره د بنيادي تيږي حيثيت لري"۔
دلته د پيکه پيکه ژوند ،دلته هغه ژوند چې د اولس په اوږو بار دے ،هغه ژوند چې د ژوند پــه
نوم پېغور دے ،يو داسې ژوند چې سور تنور او ناسور دے ،خــاورې ايــرې او ســلګۍ ســلګۍ دے او
سليم راز ئې په خپل يو نظم " ژوند او مزاحمت" کښې داسې بيانوي چې اولس مــزاحمت او بغــاوت تــه
تياروي:
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
نـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــو
د آزادۍ نه پس د پښتو د شاعرانو يو ډيو لوئې کثير تعــداد د خپــل شــعر پــه ذريعــه پــه اولس او
معاشره کښې د بيدارۍ ،شعور ،غور فکر او تدبر د پاره په شعوري ډلو لوئے کار او زيــار کــړې دے۔
خو د دې شاعرانو تعداد ډېر زيات دے او په ټولو ليکل او څۀ بحث کول په دې پــاڼو کښــې کــول ممکن
نه دي ۔ اوس دلته د هغه مختلفو شاعرانو د کالم نه بس يو څو اشعار د نمـونې پـه طـور پيش کـوؤ۔ چې
264
بس دومـره قــدرې خـبره اوشـي چې د شـلمې صــدۍ د عمـراني شـعور د سـفر آخـري پـړاؤ بانـدې چې
شاعرانو په عمراني حوالو څه وينا کړې ده هغه به لږه ډېره زير بحث راشي۔
د قمر راهي شاعري د نوي ژوند احساس دے ،شاعرې ئې د حسن و عشق د موضوعاتو ســره
()41
سره د وخت د موجوده کيفيتونو ترجماني کم کوي ۔
دا خبره د عمرانيـاتو پـه موضــوع د ليکلـو پـه وخت بيـا بيـا تکراريـږي چې تقريًب ا هـر شـاعر
عمراني فکر څۀ لږ او څۀ ډېر ضرور لري ۔ او که دغه فکر څۀ زيــات صــريح وضــاحت او صــراحت
سره نه وي هم خو بيا هم د هر شاعر څخه دغه احساس وجود لري ۔ قمر راهي سره دغه عمراني فکر
او احساس وجود لري ۔ د خپل اولس معاشرې او د انسانيت خبره کـوي ۔ د قمـر راهي ځـنې نظمونـه او
شعرونه بين االقوامي تناظر کښې د عمراني فکر او شعور ډېره ښه ترجمــاني کــوي۔ دلتــه د قمــر راهي
يو څو شعرونو باندې لنډ شان بحث کولے شي چې دغه عمراني فکر پکښې بريښې۔
بادار د ظلم او جبر او استحصال عالمت دے۔ هر بادار ع غريب او بې وسه دشــمن دے ۔ قمــر
راهي هم د وخت بادار يادوي۔ مزدور هم يادوي او په بين االقوامي تناظر کښې "اقص ـٰی " هم يــادوي او
د دهقان او د مزدور د بې وسۍ خبره هم کوي ۔ ګويا قمر راهي مقاميت او بين االقواميت دواړه يادوي
۔ هم دغه د عمراني شعور ادراک دے چې هغه په کرب کښې اخته دے او شعور ئې لمبو اخستے دے۔
ژونــــد پــــه مثــــل د اقٰص ی دے ،اور پــــه بــــل دے ســــور تنــــور دے
265
يــــو دهقــــان دے بــــل مــــزدور دے ،يــــو بې وســــه بــــل مجبــــور دے
دا وطن د څــــو شــــته منــــو ،څــــوک خاقــــان دے څــــوک مغفــــور دے
ټــــول غــــزل زخمي زخمي دے ،پــــه يــــو کــــرب کښــــې ګرفتــــار دے
()43
چې شـــــعله شـــــعله احســـــاس دے ،چې لمبـــــه لمبـــــه شـــــعور دے
څنګه چي اول هم اووئيلے شو چې قمر راهي څخه بين االقواميت په تناظر کښې هم فکــر شــته
او هغه خپلې شاعرۍ کښې ځائې په ځائې د دې اظهار او څرګندونه کوي۔ د توتــه کرکــو او د ابرهــه او
په ويت نام د ظلم او جبر او د عالمي طاقت د استبداد نقشه په دې ټکو کښې يادوي ۔
اوس خو پېښور دومره ځله په خپلو وينو اولمبېدو چې شمار ئې د مونږ هېر شو۔ دا د تاريخ
جبر دے ،که د خپلو بې حسي ده او د بين االقوامي طاقتونو لوبه دي۔ هر نوم چې ورله څــوک ورکــوي
خو پېښور ژوبل ژوبل پروت دے۔ په 1995ء کښې چې په پېښور صدر کښې کومــه کــار بم چاؤدنــه
شوې وه په هغې باندې قمر راهي د " خپسه" د سرخط الندې نظم ليکلے دے۔ په هغې نظر کښــې قمــر
راهي د دنيا نور هم هغه ټول ملکونه او ښارونه د خپل غم او درد سره راياد کړې دي چې دغسې ظلم،
جبر او خون ريزۍ سره مخ شوي دي۔ لکه افريقه ،او بيا په خصوصي توګه کانګو ،ويت نام ،کمبوجيــا
او ال ؤس کوريا ،لبنان ،سويز ،انډونيشيا ،چين ،تــائيوان ،عــراق ،ايــران ،فلســطين ،الجزائــر کښــې چې
دغسې کومې پيښې شوې دي د هغې په تناظر کښې د خپل پېښور دغه خونړۍ پيښه هم وړاندې کوي۔
ن
غ ن
ماحول د
ن ف د ې چ م ظ و ه د ېد دغسې قمر راهي د ماحول د ن خيچنتيا يعني آلودګۍ ()Pollutionق ب ا
تآلودګۍ څومره پ ه ښکلي ش اعران ه احساس نسره ظ م ليکي۔ دې ټولو حوالو ن ه معلوميږي چ ې د مر راهي پ ه اعرۍ د عمرا ي کر
ش
ن ش غ
وکيډېر پ هڅرګن د ډول موج ود دي۔ د د ه ظ م يو څو عرون ه دلت ه وړا دې کولے ش ي:
که د پښتنو په سيمه هم د دې هر قسم ترقۍ اثرات خوارۀ شو او پښتون اولس او معاشــرې هم د
بدلون دغه فضا ته تر خپله وسه هرکلے اووې۔ پښتانۀ هم د دنيا ســره پــه نــوي زغــل کښــې د شــاملېدو
سره په څۀ نه څۀ رنګ روان شول ۔ خو د بدقسمتۍ نه عالمي طاقتونو د يوې نوې دنيا سازولو کوشــش
شروع کړو او د ( )New World Orderپه نوم چي کومې لوبې شروع شوې ،هغې دنيا څۀ نــورو
نورو لوبو سره هم مخ کړه ۔
د بدقسمتۍ نه دغه نوې دنيا سازولو د پاره د پښتنو سيمه د نورې دنيا په نســبت زياتــه آســانه يــا
سازګاره اوګڼلے شوه ۔ د دنيا دوه عالمي طاقتونو خپل سوړ جنګ ( )Cold Warپه دې سيمه تود جنګ
کښې بدل کړو۔ او يو بل ته هم په دې سيمه مورچه بند شو۔ المحاله چې د کوم جنګ سره د دې خــاورې
او د دې اولس د سره څۀ تعلق نه ؤ ،هغه په دوئ باندې اوتپلے شو۔ او صاحب شاه صابر پــه دې وئيلــو
مجبوره شو چې:
جنــــګ بــــه زمــــونږ نــــه وي خــــو مــــرو بــــه پکښــــې مــــونږ ليــــوني
()46
څـــــــوک چې ختن اخلي مورچـــــــه بـــــــه پـــــــه خيـــــــبر جـــــــوړوي
267
په کال 1979ء کښې روس په افغانستان کښې خپل فوځونه داخل کړل او امريکه ئې مقابلې تــه
رامخکې شوه او داسې په افغانستان کښې دوه عالمي طاقتونـه د يـو بـل سـره مقابـل شـول ۔ د دې جنـګ
اثرات په پښتون قوم ،اولس او معاشرې باندې کوم کوم دې دا يو بيل بحث دے۔ روس په 1979ء کښــې
د افغانستان نه خپل فوځونه بيرته اوښکل او داسې دا جنګ د روس په بېالت او امريکې په ګټه سر تــه
اورسيدو ۔ په دې جنګ کښې بره پښتونخوا زياته متاثره شوه۔ او په لکونو خلق مــړه شــول او پــه لکونــو
کډوال شول ۔
دويم يرغل د يو لسم ستمبر 2001ء چې په دنيا کښـې پـه 9/11يـاديږي ،دا امريکـه لـه خـوا د
افغانستان د طالبانو د حکومت په ضد اوشو۔ چې په ورلډ ټريډ سنټر ( )World Trade Centreباندې
د شوې حملې په ځواب کښې وو ۔ په دې جنګ کښـې کـوزه پختونخـوا زياتـه متـاثره شـوه ۔ مـونږ د دې
حملو په حواله په تفصيل سره بحث نه شو کولے ولے چې دا د موضوع نه بهر دے خو د دې حــاال تــو
او واقعاتو چې کوم اثر په خلقو اوشـو ـ د هغې اثـر د پښـتو پـه شـاعرۍ کښـې ډېـر څرګنـد ښـکاري ۔ د
يوولسم ستمبر د پېښې په جواب کښې چې امريکه کوم جنګ پېل کړو په هغې هم په زرګونــو پښــتانه
مړه او ژوبل شو ،د يوې حوالې مطـابق " څلوېښـت زره وګـړي پکښـې مـړۀ شـوي دي چې درې زره
زنانه هم په دې کښې شاملې دي۔ د دې نه د کونډو ،رنډو ،يتيمانو ،او نور چې کوم خلق بې اسرې پــاتې
()47
شول هغه هم يوه الميه ده"۔
دې واقعاتون چې په پښتنۀ معاشره کـوم اغـيز واچولـو د هغي بـه زمـونږ اولس څنګـه بچ پـاتې
کېدۀ۔ مړي ،ژوبل ،معذور ،کونډې ،يتيمان او بې اسرې خلقو يو لوئے تعداد وروستو پاتې شو۔
دا جنګ د چا ؤ ،او َدل پکښې څوک شول ۔ يقيًنا چې دغه جنګ سره د پښتون اولس څۀ کار نه
ؤ خو پوهه او شعور چې نه وي هغه قومونه هم دغسې َدل کېږي ۔ صاحب شاه صابر ځکه وائي:
بې علمي او بې هنري د يو قوم او د يوې معاشري د پــاره ډېــر لــوئے عــذاب دے۔ او بدقســمتۍ
سره هم دګه پښتنو کښې نشته ۔ او چې د علم رڼا ورسره نشته ،پوهه ،شعور ورسره نشته نو ارومرو به
د دې څيزونو ښکار کېږي:
پښتانۀ په دې جنګ کښې ولے دومره متاثره شول د دې لوئے اسباب خو معلوم دي چې د علم او پــوهې
رڼا ورڅخه نشته ،د دنيا په مکروفريب او چل ول او سياست باندې نه دي پوهه او چاالکه ،خودغرضه
او مکاره دنيـا ئې د خپلـو مقاصـدع د پـاره کلـه پـه يـو نـوم او کلـه پـه بـل نـوم د خپلـو مقاصـدو د پـاره
استعمالوي۔ صاحب شاه صابر هم دغه ورځ ژاړي او خپل دغه درد ،دغه ژړا او دغه سوچ او فکر تــه
د شعر جامه ورکوي وائي:
د افغانستان د شخړې نه پس د پښتو شاعرۍ کښې د عمــراني فکــر شــعور او ادراک پــه حوالــه
ډېر لوئے بدلون راځي۔ او بيا چې کله د يولسم ستمبر نه پس کوم حاالت او واقعات د پښــتنو پــه خــاوره
راپيدا شول هغې د عام اولس سترګې هم اوغړولے او شاعر اديب هم ،که د دغه دور شاعرې اوکــتے
شي نو دا خبره ترې صفا څرګندېږي چې کوم عمراني شعور د دې حاالتو نه پس پـه نظـر راځي او پـه
کوم کثرت سره د ډېرو شاعرانو په کالم کښې په نظر راځي هغه د دې نه اول دومره زيات نــه ؤ۔ يقيًن ا
چې دغه فهم ادراک او شعور د معاشرې د اولس شعور دے ،د خلقو شعور دے۔ او د دې اثرات به يقيًنا
چې د پښتنو د پاره سودمند هم وي۔ اوس خلق د وخت د سياست په چل او فــريب پوهــه شــول۔ اوس کــه
زمونږ شاعر پير محمد کاروان د رحمت د باران د پاره دعاګو دے ولے چې ښــار او چنــار دواړو اور
اخستے دے او هغه باران د پاره دعا غواړي ،او وائي:
اوس به ټول عمر د وخت ښامار د زهرو ډک غاښونه لري ۔ او ټول عمــر بــه زمــونږ نښــتر او
چنار نه شنې لمبې او ډډوزې نه خيژي ۔ د شعور رڼا په خورېدو ده او کــه د وخت جــبر ،ظلم ،بربــريت
او استبداد هر څه لړه کړي دي خو د اولس حوصله شته ،احساس وجود لري او که د وطن د مارغانو د
جالو د پاره نختر او چنار نشته نو د شعور لپې خو شته ،جاله د ژوند عالمت دے ،د تخليق عالمت دے
269
او د مستقبل عالمت دے ۔ پير محمد کاروان خو ځکه ورته خپلې لپې د جالو د جوړولو د پــاره وړانــدې
کوي:
او صاحب شاه صابر ته معلومه ده چې مونږ خو ډيوې يو ،مشالونه يــو ،د غرونــو خلــق يــو خــو يــو هم
غرونه ۔ خو دغه غرونه خلقي ،دغه د غرونــو پــه شــان خلــق چې پــه کومــه مــېره ګــل کــېږي د هغې
مېرې نوم د پښتنو مېره ده چرته چې بيا د خزان د بادونو د راتګ امکان نشته:
څلورم باب
حوالې
بهادر شاه ظفر ،سيد ،کاکاخيل ،پښتانۀ د تاريخ پـه رڼـا کښـې ،پېښـاور ،يونيورسـټي بـک .1
ايجنسي2012 ،ء ،ص749 :
ايضًا ،ص ص756 ،755 : .2
خان عبدالغفارخان،زماژونداوجدوجهد،پېښور،باچا خان ټرسټ2012 ،ء،ص21 : .3
يار محمد مغموم ،خټک ،پروفېسر ،ډاکټر ،د آزادۍ تحريـک او پښـتو شـاعري ،پېښـور، .4
يونيورسټي بک ايجنسي2007 ،ء ،ص ص52 ،51 :
47 ،46ت
نش
اکېډيمي2016 ،ء،ص ص: محمداقبال خان،دچاربېتې پوهنه،هزاره،پښتو ت .5
صادق حسين ،ڈاکٹر ،سيد احمد شهيد اور ان کی حری ک مج اہ دی ن ،الہ ور ،المی زان ا ران و اج ران .6
ت
ک ب2010 ،ء ،ص ص134،183:
همېش خليل،دچاربېتې پخواني شــاعران،پېښــور،پښــتو اکېــډيمي پېښــور يونيورســټي، .7
2007ء ،ص ص41 ،40 ،38 ،37 :
محمد شفيع ،صابر ،تاريخ صوبه سرحد ،پشاور ،يونيورســٹي بــک ايجنســي1986 ،ء ،ص .8
ص607 ،604 ،603 :
ایضًا 1986 ،ء ،ص ص607 ،604 ،603 : .9
ایضًا ،ص624 : .10
ایضًا ،ص628 ،627 : .11
جېمز ډار مسټيټر ،پښـتونخوا د شـعر هـار و بهـار ،ژبـاړونکے ،دکتـور ،روان فرهـادي، .12
کابل ،پښتو ،ټولنه 1356 ،کال د زمري ،15 ،ص ص15 ،14 :
ايضًا ،ص ص18،19: .13
ايًضا ،ص ص37 : .14
ايًضا ،ص ص20 : .15
يار محمد مغموم خټک ،پروفېسر ،ډاکټر ،د آزادۍ تحريک او پښـتون شـاعري ،پېښـور، .16
يونيورسټي بک ايجنسي2007 ،ء ،ص63 :
خت ت ايضًا،ص ص97 :ت99 ،
ش
.17
ع ب دہللا ج ان ،عاب د ،پ و زب ان و ادب کی م صر اری خ،ص ص184 ،183 : .18
271
نش ت ق ن ق غ
خ ان ع ب دالغ ن ي خ ان،د ن ي کليات ،کاب ل،د ومو واو ب ايلو وزارت د ريا و رياست 1364ش/ .19
1985ء ،ص530 :
ن
ت ت خ ص
ت د، ج دو ج او د زما ژو
پش
3 ه .20
ادب کي م صر شاريخ ،ص 189 :ن ان عاخب د ،و ن ع دالله
بش ن ج ت
.21
ت
ميا ت ۍ "پ ښ و" صوصي مب ر ،ج لد ،31ماره ،12 ،11ومب ر -دسمب ر 1999ء ،پ ېښور ،پ ښ و اکېډيمي، .22
ن پ ېښور يون يورسټي ،ص ص9 ،8 :
ش
سېف الرحمان سليم ،د وړو وړو خ دايا و دې ب ن ده کړم ،پ ېښور ،يون يورسټي پ ب ل رز2008 ،ء ،ص25 : .23
غ ت ايض ًا ،ص2 : .24
ت ب
سم ن در خ ان سم ن در ،پ ښت ن ې ،ص ،83 ،82 :حواله د آزادۍ حريک او پ ښ و ش اعري ،ډاکټر يار دمحم م موم .25
خ ټک،محوله ب اال ،ص115 :
ش خ
همېش ليل ،پ ښت ان ه ليکوال ،اول ټوک ،پ ېښور،ي نون يورسټي پ ب ل ر2008،ء،ص ص :ت392 ،391 .26
ت ت ف ت
مج له "پ ښ ون" ه ت ه وار 11 ،اک وب ر1940 ،ء ،ج لد ،6مب ر ،28ص ،32پ ه حواله :د آزادۍ حريک او پ ښ و .27
ش اعري ،محوله ب اال ،ص ص 135 ،134:
پښتانه د تاريخ په رڼا کښې ،ص969 : .28
شت ش ض ايضًا ،ص :ت ن
ج ن ن ش
969 .29
اسماع ی ل گوہ ر ،پ و ظ م می ں ج دی د رج حا ات کا ورود ،م مون م مولہ پ و ادب کے ج دی د ر حا ات ،ص: .30
72
د غېرت چغه،ص خص47 :ش ،خ 49 ،48ف .31
ع ب دہللا ج ان عاب د ،اج مل ٹ ک ،صی ت اور ن ،اسالم آب اد ،اکادمی ادب ی ات پ اکست ان2007 ،ء ،ص: .32
87
د غېرت چغه،ص81 : .33
ايضًا ،ص165 : .34
سليم راز،زۀ لمحه لمحه قتلېږم،چارســده،پشــکالوتي ادبي مرکــز2007 ،ء ،ص ص،17 : .35
32 ،25 ،19
ايضًا ،ص35 : .36
ايضًا ،ص ص87 ،27 ،17 : .37
ايضًا ،ص8 : .38
ايضًا ،ص ص56 ،55 : .39
پښتانۀ ليکوال ،ص426 : .40
قمر راهي ،څيره ،مردان ،راهګزر شرقي پيران1998 ،ء ،ص34 : .41
ايضًا ،ص93 : .42
ايضًا ،ص118 : .43
ايضًا ،ص118 : .44
صاحب شاه صابر ،د صاحب شاه صابر کليات ،پېښور ،دانش خپرندويــه ټولنــه2010 ،ء، .45
ص405 :
272
محب وزير ،په پښتوناول او افسانه د يولسم ستمبر اثــرات" چارســده ،پښــتونخوا مطالعــاتي .46
مرکز باچا خان پوهنتون2014 ،ء ،ص42 :
د صاحب شاه صابر کليات ،ص87 : .47
ايضًا ،ص353 : .48
ايضًا ص170 : .49
پير محمد کاروان،يو زرغون د نغمو سيند،پېښور،دانش خپرندويه ټولنه2009 ،ء:ص 3 .50
ايضًا ،ص39 : .51
د صاحب شاه صابر کليات ،ص166 : .52
پنځم باب
محاکمه
نتائج اوماحصل
کتابيات
273
محاکمه
عمرانيات د عربۍ ژبې ټکې دے ،او لغوي معٰن ى ئې آبادي ده ،چې ځنې لغتونو
ئې پدې نسبت سره معٰن ى اجتماعيت هم ښودلې ده ـ عمرانيات د انساني معاشرې علم دے ،چې د خلقو د
پاتې کېدو او استوګنې د اصولو په حواله پکښې بحث کولے شي ـ يعني عمرانيات هغــه علم دے چې د
يوې معاشرې څخه بحث کوي ـ عمرانياتو کښــې د انســانانو د يــو بــل ســره د تعلــق ،ربــط ســره ســره د
معاشرتي ژوند او په دې ژوند اثر انداز کېدونکي ،رسمونه ،رواجونه ،روايات د خلقو د ډلو د يـو بـل
سره د طرزعمل ،د خلقو شريک خصوصيات ،ثقافتي ،تهذيبي مظاهرو او معاشرتي روابطو بانــدې پــه
معروضي انداز کښې بحث کو ي ـ ګويا عمرانيات د انساني معاشرې مطالعه کــوي ـ خــو دغــه مطالعــه
اوس په سائنسي اصولو سره کولے شي ،پدې وجه دې علم ته د سماجي ادارو سائنس هم وئيلے شي ـ
عمراني افکار و نظرياتو باندې انسانانو د خپل فطرتي استعدا مطابق د ډېر اول نه غور او
سوچ شروع کړې ؤ ـ او هم دغه وجه ده چې انسانانود معاشرت ژوند شروع کــړو ـ او رورو د منظمې
معاشــرې پــه مخــه راغلې ـ د يــوې باضــابطه معاشــرې صــورت اختيارېــدو کښــې يقينـًا چې ډېــر وخت
لګېدلے دے اودغه عمل په ارتقائي صورت کښې په مخه تګ کړې دے ـ دغه عمراني فکر او سوچ د
هاغه عقل په سبب راپېدا شو چې هللا تعاٰل ى انسانانو له د نــور مخلــوق پــه نســبت ډېــر پــه فراحــه توګــه
ورکړې دے ـ او بيا هللا تعــاٰل ى پــه انســانو دا هم خصوصــي فضــل او کــرم هم کــړې دے ،چې ددوئې د
هدايت او رهنمائۍ د پــاره ئې وخت پــه وخت پــه هــره زمانــه کښــې او هــر قــوم کښــې خپــل پېغمــبران
راستولي دي ،چې د انسانانو د دنيا او آخر کار سم کړي ـ انسان د جهالت ،نا پوهۍ د تــورو تيــارو نــه
رابهر کړي او سمه او نېغه الر ورته اوښائي ـ د رشد و هدايت دغه سلسله د پخــوا نــه روانــه ده او هللا
تعاٰل ى بيا نور هم خصوصي فضل او کرم داسې هم اوکړو چې د خپلو نبيانو سره ئې د انساناو د هــدايت
د پاره د خپلو الهامي کتابونه او صحېفې وخت په وخت د خپلورسوال نو په الره د انســانانو د هــدايت د
پاره لېګلې دي ـ د انبياؤ دغه سلسله د انسانانو د دنيا و اخر دواړو د پاره وه ـ
د الهامي سلسلې نه عالوه د دنيا ګڼو فلسفيانو او پوهانو هم د عمراني ســوچ فکــر
او نظرياتو باندې خپل خپل د خياالتو اظهار او ابالغ کړے دے ـ او دغه سلســله هم د ډېــر پخــوا راســې
راروانه ده ـ د افالطون او ارسطو د فلسفيانه خياال تو نــه اول ايــراني فلســفيانو او د هغــو نــه اول چيــني
فلسفيانو هم د عمراني سوچ او فکر تصورات وړانــدې کــړي ووـ چې بيــا پــرې ورســتو افالطــون خپــل
فلسفيانه افکار وړاند کړل ـ ګويا د عمرانياتو اولنۍ مرحله د قبل مسيح نه پېــل کــېږي چې افالطــون (
348ـــــ ) 428د خپل رياست معاشره په درې طرېقو تقسيم کړه او غالمان ،فلســفيان او جنګجــو ،درې
قســمه طبقې ئې جــوړې کــړې ـ او د رياســت پــه مختلفــو طريقــو او مرحلــو بانــدې هم بحث اوکــړو ـ د
افالطون او ارسطو نه عالوه نورو پوهانو هم خپل عمراني افکار پــه څــۀ نــه څــۀ شــکل کښــې وړانــدې
کړل ـ خو داټول ډېر ابتدائي تصورات ګڼلے شي او عمراني پوهان دې ته د تخم شيندلو دور وائي ـ
274
د عمرنيــاتو د ودې او تــرقۍ دريمــه مــرحلې تــه عمــراني پوهــان جديــد (Modren
)Stageوائي ـ د ابن خلـدون نـه پس پـدې دور کښـې عمـراني پوهـانو پـه نورزيـات عملي او سائنسـي
اندازسره عمراني افکار او نظريات وړاندې کړل ـ پدې دور يا مرحله کښې اِګســت کــامټ (Auguste
)Comteهربرټ سپنسر()Herbert Spencerايمائل درخائم( )Emile Durkheimمېکس وېبر
( ) Max weberاو نور ګڼ جديد عمراني پوهانو د عمرانياتو علم د خپلو افکارو و نظرياتو سره پوره
دنيا کښې خور کړو ـ
پدې باب کښې د پښتنې معاشرې پــه کــړه اوړۀ او پښــتونولۍ بانــدې هم پــدې حوالــه بحث
شوې دے چې ددې معاشرې کړه وړۀ او پښتونولي نېغه په نېغه د عمرانياتو سره تعلـق لـري ـ پښـتو
او پښتونولي د پښتنې معاشرې يو آئين او دستور او د حيات ضابطه ده ـ د پښتنو په معاشره کښې حجره
يو مهم مقام لري او د کلي غم ښادي او نورې معاملې لکه د جنګ جګړو د قتل مقاتلې او د نورو قــومي
او عال قائي معامال تو فېصلې هم په حجره کښې کولے شي ـ ننواتې په پښتنه معاشره کښــې د بعضــې
275
سنګينو جنګ جګړو او معامال تو په حل کولو کښې لوے کردار ادا کوي ـ په ننواتې کولو سره د قتل او
ژوبلې غوندې سنګينې مســئلې هم د ســمي پــه طــرف الړې شــي ـ ننــواتې پــه پښــتو او پښــتونولۍ کښــې
اهميت لري پدې باب کښې پرې مختصر بحث شوې دے ـ مېلمستيا د پښـتنې معاشـرې يـو ښائسـته او
ښکلې صفت دے ـ مېلمه خپل وي که پردې خو پښتانۀ ورته د زړۀ غوښې ورکولـو تـه تيـار وي ـ چې
په کوم فرد کښې د مېلمستيا صفت نه وې هغه ته په سپک نظر کتلے شي ـ
بدرګه د حفاظتي اقدام نوم دے چې د چا مېلمه ،دوست اوکه دشــمن هم وي خــو بدرګــه وســره
لېږلے شي ـ بدرګه د حفاظت سره سره د عزت او درناوي د پــاره هم پکــار راوســتلے شــي ـ او ځــنې
خلق ورته جلب هم وائي ـ ننګ د پښتو او پښتونولۍ په اصطالح کښې يو وسيع المعاني لفظ دے ـ ځنې
محققين تر دې پورې وائي چې د پښتو او پښتونولۍ جمله صفات چې پـه يـو فــرد کښـې مونـدلے شـي ،
هغه ننګيال ته وئيلے شي ـ د خوشحال خان خټک په شاعرۍ کښې چې د مرِد ننګيــال کــوم تصــور دے
هغه هم ددې ننګيالي يو آئيډل تصور دے ـ
پدې باب کښې د معاشرې په ترجمانۍ کښې د ادب څۀ کردار دے ،پــدې بانــدې بحث ددې
باب هم يو برخه ده ـ چې ادب د معاشرې په ترجمانۍ کښې څنګـه کـرادر ادا کـولے شـي ـ پـه شـاعرۍ
کښې د عمراني شعور او ادراک اهميت باندې پدې عرض بحث شوې دے چې کوم ادب خالصه د خپل
ذاتي احساساتو او جذباتو پورې اړه اولري د هغې معاشرتي او سماجي حثيت خپل قدر اوبائيلي ـ او څۀ
معاشرتي او سماجي اهميت ئې پاتې نشي ـ پښتو شاعرۍ کښې عمراني روايــاتو بانــدې يــو مــدلل بحث
شوې دے او د پښتو د شاعرۍ د اولني شعري ادب نه ددې مثالونه وړاندې کړې شوي دي ـ ا و بيا دغه
بحث د خوشحال خان خټک او رحمان بابا نه واخله تر جديد شعري ادب پــورې غــوزولې شــوې دے ـ
او داسې هاغه عمراني تسلسل چې پښتو شــاعرۍ کښــې د امــير کــروړ او اکــبر زمينــداوري نــه شــروع
شوي دے او د شلمې صدۍ د جديدې شاعرۍ مثالونه هم وړاندې کړلے شوي دي ـ
په دويم باب کښې د پښتو د نظم په حواله بحث شوې دے ـ شلمه عيسوي صــدۍ پــه عــالمي
سطح که د ډېرو سياسي ،سماجي او معاشي تغيراتو صدۍ ده نــو د پښــتنو پــه ســيمه هم پــه دغــه صــدۍ
کښې ډېر ادلون بدلون راغلے دے ـ په يوه معاشــره کښــې تغــير او تبــديلي مثبت وي او کــه منفي خــو د
ژوند په ډېرو اړخونو خپل اثرات غورځوي ـ د معاشـرتي ژونـد مختلـف اړخونـه د اجتمـاعي ژونـد پـه
شکل کښې څرګندېږي ـ که يــو اړخ کښــې بــدلون راځي نــو پــه ټــول اجتمــاعي هــيئت کښــې ئې اثــرات
محسوسولے شي ـ شلمه صدۍ کښې انساني ژوند ډېرې تبديلۍ اولېدې ـ
پښتونخوا کښې شلمه صدۍ شروع کېدو سره ځينې داسې سياســي ،انتظــامي او فکــري تبــديلۍ
راغلې چې د هغوئي په نتيجه کښې په معاشرتي حاالتو کښې هم بدلون راغے ـ او د نوو حاالتو تقاضې
هم بدلې شوې ـ د شلمې صدۍ په اولني کال يعني په کال 1901ء کښــې پښــتونخوا پــه انتظــامي لحــاظ د
شمال مغربي سرحدي صوبې په نوم بيله صوبه جوړه کړے شوه ـ ددې نه ړومبې په انتظــامي لحــاظ دا
د پنجاب سره وه ـ
د صوبې تشکيل په لساني او ثقافتي بنيادنو نۀ ؤ بلکې په انتظامي لحاظ ؤ ـ په انتظــامي لحــاظ د
صوبې اولس ته اسانۍ پيدا شوې او په سياسي او فکري لحــاظ هم پــه معاشــره کښــې بــدلون ســر پورتــه
کړو ـ د غالمۍ احساس نــور هم بيــداره شــو او ازادۍ جــذبې نــورې هم توانــا شــوې ـ ددغــه فکــري او
سياسي بيدارۍ په نتيجه کښې ګڼې نورې عمراني تبديلۍ هم راڅرګندې شوې ـ د ژوند د نوؤ تقاضو تــر
276
مخه عبد الغفار خان باچا خان د انجمن اصالح افاغنه په نوم يو اصالحي تحريک شــروع کــړو چې پــه
پښتنه ټولنه کښې د نامناسبه رواياتو او رسمونو رواجونو د خاتمې سره سره دا هم عزم لرلو چې پښتانۀ
ِد َد نوي ژزند د پاره په فکري او سياسي توګه تيار کــړے شــي ـ خــو دې ســره ســره د خپلې ژبې،مثبت
قومي رواياتو او د عمراني ژوند د قاعدو او ضـابطو د اسـتحکام او اودې کوششـونه هم شـروع کـړے
شول ـ انګريزانو چې کوم قسمه برټش سکولونه پرانستل او څه قسمه نصاب ئې لولــؤ نــو هغــه پښــتون
تهذيب او قومي نصب العين ته سود منده نۀ ؤ نو ځکه د باچا خان له خوا پښتنو د پاره د داسې سکولونو
او داسې نصاب غوښتنه اوکړے شوه چې د پښتون د ازاد فطرت،عــزم و همت او د حــريت جــذبو تــه د
توان بخښلو سره سره د پښتو ژبې د ترقۍ سبب هم اوګرځي ـ نوي برټش نظــام تعليم ســره د پښــتونولۍ
ډېر قدرونه متاثره کېـدل نـو ځکـه خپلـه ژبـه ،ثقـافت او قـومي قدرونـه د محفوظؤلـو او هغـوئي تـه د
استحکام ورکؤلو فکر پيدا شو ـ
په کال 1901ء کښې د پښتنو د مطيع کؤلو د پاره ډېر جابرانه قوانين هم جاري کــړے شــول ـ
ددغه جابرانه قوانينو خالف په پښتنو کښې غم او فکر پيدا شو ـ ځکه چې ځينې قوانين د هغوئي د ژوند
د قدرونو خالف ؤ هم خالف ؤ او د هغوئي د ازاد ژوند هم خالف ؤ ـ جرګه د بپښــتنو د عمــراني ژونــد
يو اهم رکن دے ـ جرګه کښې د قوم او قبيلې هاغه کســان شــامل وي چې د پــوهې او انصــاف خاونــدان
وي خو په نوؤ قوانينو کښې د جرګې کسان به د ډپټي کمشنر په خوښه ټاکلے شـول او د کومـو پوهـه
او انصاف پسندي به چې مشکوک وه ـ
ټولو راپېښو نوي حـاالتو او واقعـاتو پـه رڼـا کښـې اوس پښـتون تـه هم د وخت د نـوؤ تقاضــو
احساس اوشو او د جمود په ځايې د تحرک شعور بيداره شو ـ په دې لــړ کښــې د ټولــو نــه ړومــبے عبــد
الغفار خان باچا خان د پښتون قوم د سماجي ژوندد اصالح د پاره په کــال 1921ء کښــې انجمن اصــالح
افاغنه قائم کړو چې وروستو په کال 1929ء کښې ئې د خدائي خدمت ګار تحريک نوم واخيستو او بيا
ئې مقصد يواځې په سماجي لحاظ د پښتنې ټولنې اصالح نه وه بلکې د خپلې خاورې او خپلې پښتونولۍ
د تحفظ دپاره د انګريزي استبداد مقابله هم وه نو تحريک د ټولنې د اصالح کار جاري ساتلے ؤ خو خو
اوس ئې د اولس د ذهني بيدارۍ او د خپل پښتون ژوند د بقــا د پــاره هم عملي ګامونــه پورتــه کــؤل ـ پــه
دغه اصالحي او سياسي هلو ځلو کښې شاعرانو او اديبانو هم په لوئې شمېر کښې په عملي توګه برخه
اخيسته ـ
خدائي خدمت ګار تحريک سره تړلي شـاعرانو چې پـه کومـو کوموموضـوعاتو نظمونـه ليکلي
دي او په هغوئي کښې ئې څومره د جذبې زور او شدت بيان کړے دے نو د هغې نــه واضــحه کــېږي
چې هغوئي شاعري د يو خاص مقصد د پاره کؤلــه ـ هغــوئي د پښــتون تــاريخ ،روايت او ثقـافت ســره د
مينې او ددې د بقا او استحکام تبليغ کؤ او ورسره ورســره ئې د ازادۍ جــذبې رالــړزؤلې ـ شــاعري
ددې دوردشاعرانو يوه موثره وسيله وه ـ دا بامقصده شاعري د فکر او فن په دواړو حوالو د نوؤ تجربو
نه تېروته ـ شاعرانو د عامو عشقيه موضوعاتو په ځائے د خپلې معاشرې حالت تــه مخــه کــړې وه ـ د
غالمۍ او ازادۍ موضوعات ئې د شاعرۍ په مختلفو اصــنافو کښــې بيــانؤل چې نظم پکښــې د ټولــو نــه
موثر صنف ؤ ـ په دغه فکري تجربوکښې فني تجربې هم په مخه راغلې ـ
ددې دور نظمونه خپلې خاورې ،خپلو خلقو او خپلو قدرونو سره د ميــنې واضــحه اظهــار دے ـ
خپل قومي شناخت د قائم ساتلو او خپل وطن د ازاد ساتلو فکري هڅې دي ـ ددې دور نظمونه يو خاص
عمراني او سياسي نکته نظر لري ـ
د خدائي خدمت ګار تحريک سره تړلي شــاعرانو خپلــه شــاعري د يــو مقصــد د پــاره اســتعمال کــړه ـ دا
مقصد عظيم مقصد ؤ ـ د خپل وطن او خاورې ســره مينــه ،خپلــو خلقــو او د هغــوئي د ژونــد ترجمــاني،
عصري او عمراني مسئلې وغيره ددې مقصد اهم موضوعات وؤ ـ دا شاعران پــه داســې حــاالتو کښــې
277
اوسېدل چې قوم ته ئې ډېرې اجتماعي مسئلې ورپېښــې وې او دې حساســه طبقې د هاغــه مســائلو نــه
سترګې نۀ شوه پټؤلے ـ
خدائي خدمت ګار تحريک سره وابسته شــاعران ددې تحريــک پاښــۀ فکــري ملګــري وؤ او د
خپلو شعرونو په ذريعــه ئې خپــل د وطن د ازادۍ او خوشــحالۍ نعــرې پورتــه کــؤلې ـ هغــوئي پــه خپــل
عمراني ژوند کښې د خپلو رواياتو او ثقافت په دائره کښــې تبــديلۍ غوښــتې ـ هغــوئي خپــل وطن پخپلــه
ابادؤل غوښتل ـ ددې تحريک د شاعرانو که زيات زور د ازادۍ پــه حقلــه ؤ نــو ازادې د يــوې ټولــنې د
عمراني ژوند د ټولو نه بنيادي او اهم څــيز دے ـ دې تحريــک ســره وابســته شــاعرانو د ازادۍ پــه رڼــا
کښې خپل ژوند منور کؤل غوښتل ـ خپل وطن ئې ابادؤل غوښتل ـ دې تحريــک ســره د تړلــو شــاعرانو
فهرست ډېر اوږد دے چې يو څو اهم نومونه پکښې دا دي :
عبد االکبر خان اکــبر ،شــاد محمــد مــېږے،عبــد الکبــير خــان،ولي محمــد طوفــان ،عبــدالحکيم
ستي ،د درګۍ يعقوب خان ،عبد المالک فدا استادمحمد اکبر خادم،غني خان ،عبد االکــبر خــان ،کــرامت
شاه فــوالد،امــير نــواز خــان جليــا،فضــل الــرحيم ســاقي ،غالم حيــدر د دودســرو،زيب ســراديب ســوات،
عبدالحنان بجلي،الف جان خټکه،ولي محمــدطوفان،ســعادت خــان جلبــل ،عبــدالحکيم ســتي،يعقــوب خــان
درګۍ،عبد الودود رفيق،اشرف مفتون،عبدالخالق خليق او نور ډېر ـ
د انګريز د تلو څخه زر پس تــرقي پســنده تحريــک ســره وابســته شــاعرانو او اديبــانو د انجمن
ترقي پسند مصنفين په نوم انجمن قائم کړو ـ ترقي پسنده ادب او په خاص طور شاعرۍ پــه اولس کښــې
سماجي او سياسي شعور پيــدا کــړو ـ د ســماجي نــا انصــافيو خالف ئې پــه هغــوئي کښــې د مــزاحمت او
مدافعت جذبې راؤپارؤلې ـ د شاعرانو شاعرانه موضوعات بدل شول ـ د ګل او بلبل قيصې د شاعرۍ
نه خارج نۀ شوې خو د خپلې معاشرې دحقيقي ژوندعکاسي ،د مظلوم حمايت،د ظالمــانو غندنــه،ازادي
انصاف ،او د ترقۍ ارمان د ترقي پسنده شاعرانو اهم موضوعات اوګرځېدل ـ
د ټول هندوستان په شان په پښتو ادب هم د ترقي پســندۍ اثــرات ډېــر زر او ډېــرې تــيزۍ ســره
شوې ؤ خو د انجمن ترقى پسند مصنفين اجالسونه په پېښور کښ د پاکستان جوړېدو نه زر پس شروع
شول ـ ابتدائي اجالسونه په کال 1947کښې شروع شــوى وؤ ـ پــه دغــه وخت کښــې کاکــا جى صــنوبر
حسين د انجمن صوبائي صدر وؤ ـ د انجمن د اجالســونو صــدارت د پــاره فېض احمــد فېض ،موالنــا
حسرت موهاني ،عبد الحميد عدم ،چراغ حسن حسرت،تلوک چند محروم،سـعادت حسـن منټـواو موالنـا
تاجور نجيب ابادي هم پېښور ته راغلي وؤ ــ
په ابتدا کښې کاکا جى صنوبر حسين ،اجمل خټک او افضل بنګش نېــغ پــه نېغــه انجمن ســره
وابسته وؤ او زر پس سليم راز هم په دغه ډله کښې شامل شــو ـ پــه دويمــه مرحلــه کښــې قلنــدر مومنــد،
همېش خليل ،ايوب صابر او ولي محمد طوفان هم د انجمن ډېر فعاله غړي وؤ ـ نورو ډېرو شــاعرانو
ترقي پسنده رجحان خپل کړو او پــه فکــري لحــاظ ئې ددې د منشــور پــه رڼــا کښــې د شــاعرۍ د تخليــق
تجربې شروع کړې ـ د انجمن څانګې ،بنو،مردان،کوهاټ،نوښار ،او ډېره اســماعيل خــان کښــې قــائمې
کړے شوې ـ د صوبې د مخصوص سماجي او سياسـى حـاالتو تـر مخـه د سـماجي شـعور دا غـږ ډېـر
شدت او تيزۍ سره پورته شو ـ
ترقي پسند شاعرانو د ژوند حقيقى مسئلو ته توجه اوکړه ـ شاعرانو محض د تخيالتي شــاعرۍ
په ځائے خپلو معاشرتي حقيقتونو ته سترګې پرانستې ـ انساني ژوند ته چې په کومه کومه ســيمه کــومې
کومې الميې پېښې وې د هغوئي د ترجمانۍ حق ئې ادا کړو ـ په دې ترجمانۍ کښې پــه خــاص طــور د
مظلومې او پرېوتې طبقې حاالت ئې نېغ په نېغه بيان کــړل ـ د معاشــرې د منفي اړخونــو غندنــه ئې
اوکړه او د غربت،بيمارۍ او د سماجي نا انصافيو د الســه د اولس پــه خــوار حــالت ئې د درد او غم او
278
غصې اظهار اوکړو ـ ادب د ژوند ترجمان شــو ـ د نااميــدۍ پــه ځــائے ئې د اميــد او د ژړا او فريــاد پــه
ځائے ئې د عزم او همت خياالت وړاندې کړل ـ
تــرقي پســند ادب پــه اولس کښــې د اميدجذبــه پيــدا کــوي ـ د عــزم او همت جــذبې بيــداروي ـ د
مشکالتو او مسائلو مقابلې تۀ ئې توانا کوي ـ د ناميدۍ او مايوســۍ نــه خپــل قــوم بهــر راؤباســي ـ د هــر
ظالم او جابر خالف نعره پورتــه کــوي ـ د استحصــالي قوتونــو ســره هيڅ قســمه ســمجهوته نــۀ کــوي ـ د
پرېوتو طبقاتو د حقوقو اواز پورته کوي ـ ترقي پسند اديبان او شاعران شاعري او ژوند د يو بل نه بيل
نۀ ګڼي ـ د هغوئي شاعري د ژوند برخه ده ـ او ځکه ترقي پسند ادب ته ادب پــاره د ژونــد وئيلے شــوي
دي ـ
ترقي پسنده شاعري د غزل په مقابله کښې په نظم کښې خپل خصوصــيات زيــات څرګنــد کــړي
دي ـ شاعرانو د نظم پـه مختلفـو هـيئتونو او پـه خـاص طـور پـه ازاد نظم کښـې د ژونـد ترجمـاني ډېـر
وضاحت او شدت سره کړې ده ـ په دې شاعرۍ کښې نه يواځې د شاعرانه فکــر نــوې منطقې پــه مخــه
راغلې بلکې د نظم په لفظياتو کښې هم نــوې اضــافې اوشــوې ـ شــاعرانو ډېــرې فــني ازادۍ ســره نــوي
لفظونه په نظمونو کښې استعمال کړۀ ـ د نظم لمن چې د غزل په مقابلـه کښـې اول هم ډېـره ارتـه بيرتـه
وه ،د ترقي پسنده شاعرانو د فکري او فني تجربو په سبب پکښې نور هم وسعت راغلــو ـ لنــډه دا چې د
فکر او فن په دواړو حوالو ترقي پســنده شــاعرانو د زمکــني حقيقتونــو اظهــار ډېــرې ازادۍ او بېبــاکۍ
سره کړے دے ـ
په صوبه کښې د انجمن ترقي پسند مصنفين د قيام په ابتدا کښې کاکا جى صنوبر حسېن ،اجمل
خټک او افضل بنګش نېغ په نېغه انجمن سره وابسته وؤ او زر پس ســليم راز هم پــه دغــه ډلــه کښــې
شامل شو ـ په دويمه مرحله کښې قلندر مومند ،همېش خليل ،ايوب صابر ،ولي محمد طوفان او محمد
نواز خان خټک هم ددغه قافلې ملګري شول ـ د نوي دور د شاعرانو يو لوئې شــمېر پــه فکــري لحــاظ
سره د ترقي پسندۍ مرستيال دي ـ
لکه څنګه چې ترقي پسنده تحريک پـه خپـل منشـور کښـې پـه دې خـبره زور راوسـتے ؤ چې
ترقي پسنده ادب کښې لوږه،غربت،سماجي پستۍ او سياسي غالمۍ سره بحث کؤل دي ـ دا ټول عناصر
د يوې معاشرې منفي عوامل دي ـ ددوئي په موجودګۍ کښې يــو قــوم او يــا يــوه معاشــره تــرقي نــۀ شــي
کؤلے ـ د تحريک منشا دا ده چې ددې عواملو او ددې داسبابو او اثراتو په حقله ِد اديبان او شاعران په
خپله خپله معاشره کښې غور و فکر اوکړي د خپل تخليقي عمل برخه د جوړ کړي ـ پښتنو ترقي پســنده
شاعرانو اديبانو چې په دغه زاويه خپلې معاشرې ته اوکتـل نـو نـو دغـه منفي عوامـل ئې ډېـر واضــحه
اوليدل او ددې په نتيجه کښې ئې خپل قوم ډېر پسمانده اولېدو ـ په خصوصي توګــه د تحريــک د اجــرا
په دور کښې پښتون قوم د ازادۍ په جدوجهـد کښـې اختـه ؤ ـ اول انجمن اصـالح افاغنـه او بيـا دهغې د
نوي نوم خدائي خدمت ګار تحريک د فرنګي د استبداد خالف فکري او سياسي جدوجهــد شــروع کــړے
ؤ ـ په اولس کښې د ازادۍ جذبې رابېداره شوې وې ـ په داسې حاالتو کښې چې تــرقي پســنده تحريــک
هم د سياسي غالمۍ خالف شاعران او اديبان راوېښ کړل نو پښتنو شاعرانو او اديبانو ته دا تحريــک د
مقاصدو په لحاظ خدائي خدمت ګار تحريک سره يو شان ښکارۀ شو ـ اګرچې په پښتونخوا کښـې انجمن
ترقي پسند مصنفين په کـال 1948ء کښـې قـائم کـړے شـوے ؤ خـو تحريـک سـره فکـري طـور ځيـنې
شاعران څو کاله مخکښې وابسته شوي وؤ ـ د تحريک د هندوستان مشر ســجاد ظهــير پــه کــال 1946ء
کښې د صوبې دوره کړې وه ـ د سياسي غالمۍ خالف د تحريک غږ پښتنو تــه خپــل غــږ ښــکارۀ شــو ـ
قوم پرسته شاعران چې د ړومبے نه ئې د ازادۍ جذبې راپارؤلې وې ددې تحريک په اثراتــو کښــې ئې
غږ نور هم اوچت شو ـ
279
صوبه کښې د لوږې او غربت ګراف هم ډېر اوچت ؤ ـ صوبه کښې صنعتونه نۀ وؤ ـ زراعت د خانـانو
په الس کښې وؤ ـ د دهقان او د مزدور خولې د بل د پاره بهېدلې ـ د سماجي پستۍ دا حــال ؤ چې د يــو
قوم ،يوې ژبې او د يو دستور خلق په طبقو کښې وېش وؤ ـ ټول ســماجي طــاقت او اختيــار د خانــانو او
نوابانو په الس کښې وؤ ـ حساسه طبقه په طبقاتي نظام او د غريب او مزدور پـه حـالت دلګـيره وه ـ پـه
داسې حاالتو کښې چې تــرقي پســنده تحريــک د مــزدور او غــريب د حــق غــږ اوچت کــړو نــو د پښــتنو
شاعرانو لوئې تعداد دغه فکري رجحان خوښ او خپل کړو ـ د ژوند بد رنګيو او بد صورتيو تــه ئې د
مختلفو زاويو نه کتل او د هغوئي خالف ئې شاعرانه اظهار کؤلو ـ په دې بد صورتيو کښې ســماجي بــد
صورتۍ هم وې او معاشي هم ـ په دغه دور کښې په پښتو شاعرۍ کښې د هر ظلم او نا انصــافۍ خالف
غږ پورته شوـ
ترقي پسند ادبي تحريک اصل کښې د معاشرتي حقائقو د ادراک تحريک دے ـ دا حقيقتونه خــواږه دي
او که تراښۀ ،مثبت دي او که منفي خو د ترقي پسندۍ تقاضا دا ده چې د هر قســمه معاشــرتي حقيقتونــو
ادراک دې شاعران او اديبان اوکړي او هغــه دې د خپلې شــاعرۍ موضــوعات جــوړ کــړي ـ ځکــه چې
هاغه شاعري بامقصده ګڼلے شي چې د خپل عهد ترجمانه وي ـ د خپل اولس د حــال او حــالت عکاســي
کوي ـ په دې لړ کښې فېض احمد فېض وائي چې معاشرتي حقيقتونه مثبت دي او کــه منفي خــو خــود
هغوئي شعور هم ضروري دے او اظهار ئې هم ضروري دے ـ
ترقي پسند به صرف د منفي رويو او رجحاناتو غندنه نۀ کوي ـ صرف د ظــالم او جــابر خالف
به غږ نۀ پورته کوي ـ د سماجي پستۍ،نا انصافۍ ،غـربت او جهــالت خالف بــه فکــري جهــاد نــۀ کــوي
بلکې د معاشـرې مثبت اړخونـه ،مثبـتې رويې او روايـات او بهـترين کردارونـه بـه هم سـتائي ـ پـه دې
حواله دا خبره واضحه ده چې ترقي پسند شاعران چې ظلم او القانونيت د پــاره د تيــارې اســتعاره اخلي
نو ورسره قانون ،خوشحالۍ او سوکالۍ د پــاره رڼــا هم اســتعاره کــوي ـ د خــزان د غنــدنې ســره ســره د
سپرلي ستائينه هم کوي ـ په دهقان او مزدور د زميندار او کارخانه دار د ظلم سره سره د هغوئي د پاره
د ښو ورځو تمنا هم کوي ـ
مايوسي او اميد په ترقي پسنده شاعرۍ کښې يو ځائے مونــدے شــي ـ تــرقي پســندو شــاعرانو د
ياسيت نه ډډه کړې ده ـ د مايوسۍ اظهار ئې ضرو کړے دے خو لوستونکے ئې د نااميدۍ کنــدو تــه نــۀ
دے غورځؤلے بلکې په هغۀ کښې ئې د ظلم او جبر خالف د مدافعت يو قوت پيدا کـړے دے ـ هغـۀ تـه
ئې يــو عــزم بخښــلے دے ـ هغــه ئې همت تــه تيــار کــړے دے ـ هغــه ئې د استحصــالي طبقې خالف
راپارؤلے او راپاسؤلے دے ـ هغۀ ته ئې د ښې ورځې اميد ورکړے دے ـ تــرقي پســنده شــاعرانو خپــل
قوم د مايوسۍ او نااميدۍ نه بهر د وښکلو فکري کوششونه کــړي دي او هغــوئي تــه ئې ښــۀ ژونــد اميــد
ورکړے دے ـ
د اميد او عزم و همت سره سره ترقي پسنده شاعرانو د مثبتــو معاشــرتي عواملــو پــه لــړ کښــې
هاغه کردارونه هم ستائيلي دي چا چې خپل قوم د پاره او يا د ټــول انســانيت د خوشــحالۍ او ســوکالۍ د
پاره مخلصانه کردار ادا کړے دے ـ لکه په ځينو شخصياتو د اجمل خټــک نظمونــه د هاغــه شخصــياتو
کردار دنيا ته څرګندول دي او د هغې تقليد ته هڅؤل دي ـ لکــه د هغــوئي دا نظمونــه :بابــا فخــر افغــان،
خان شهيد ته ،مير ويس خان،د رحمان بابا په هديره وغيره ـ سيد رسول رسا په خپله شعري مجموعه د
بيديا ګلونه کښې په مشاهيرو نظمونه وئيلي دي لکه :پښتانۀ شعرا او مشاهير ،د خوشحال خان شعرونه،
عبد الرحمان سړبنے،کاظم خان شيدا ،عبد الحميـد صــاحب حميـد،محمـود غزنـوي ،احمـد شـاه ابـدالي ـ
فضــل حــق شــيدا پــه دې حقلــه ډېــر نظمونــه وئيلي دي لکــه :غــازي امــان هللا تــه خطــاب،اورنګــزيب
عالمګير،مصطفى کمال،ګورو نانک،ټيپو سلطان ،د غازي نادر شاه وفات،د خوشحال بابا قبر،احمد شاه
ابدالي،رحمان بابا،زاغلول بادشاه ،بي بي عائشه رض،حضرت ابوبکر رض،سرسيد احمد خــان،بي بي
280
خديجه رض،موالنا محمد علي مرحوم،سيد جمال الدين افغانې،عالمه اقبال،شيخ رحمکار ،د پير مانکي
وفات ـ
ترقي پسندو شاعرانو د ښځو په حقله هم نطمونه وئيلي او د هغــوئي د معاشــرتي کــردار اهميت
ئې واضحه کړے دے ـ د ترقي پسند مکتب فکـر مـدعا د مظلومـانو سـره همـدردي او د بشـري حقوقـو
تحفظ دے ـ ښځې سره همدردي مختلفو شاعرانو په مختلف انداز کښې بيان کړې ده لکه د اجمل خټــک
نظم پېغله ـ د سيد رسول رسا نظم ډمې ته ـ د پرېشان خټک پښتنه کوچۍ ـ د عبد الــرحيم مجــذوب مس
پروين ـ د هاشم بابر پپينه لېونۍ او د ميجر الطاف خټک مزدوره پېغله وغيره ـ لنډه چې د اول خدائي
خدمت ګار شاعرانو او بيا ترقي پسنده شاعرانو د خپل اولس د عمراني ژوند حقيقتونه په خپله شــاعرۍ
کښې رانغښتي دي ـ د شلمې صدۍ شاعري ددې سيمې د اولس د حقيقي ژوند او د ژوند د حقيقي مسئلو
آئينه ده ـ پدې باب کښې د بلوچستان د پښتنو شاعرانو نظمونه هم شامل کړلے شــوي دي او ددې ســيمې
شاعرانو چې په کم انداز کښې د خپلې معاشرې او اولس د غم او درد اظهار کړلے دے پــه هغې بانــدې
بحث شوے دے ـ کراچۍ د پښتنو د استوګنې لوے ښار دے ـ ددې سيمې نمائنده شــاعران هم پــدې بحث
کښې شامل کړلے شوي دي ـ دي سره سره د افغانستان ځنې نماېنده شعراء هم شامل دي ـ
دريم باب کښې د شلمې صدۍ د پښتو شاعرۍ په په غزل کښې د عمراني افکارو جائزه
واړندې کړلے شوې ده ـ خو د پښتو په شاعرۍ غزل ډېر زيـات دے او بيـا پـه شـلمه صــدۍ کښـې خـو
دومره ډېر غزل ليکلے شوې دے دې چې د ټــول غـزل جــاج اخســتل نــا ممکن وو ،دې دپــاره د غـزل
نمائنده شاعران اخستې شوي دي ـ خو بيا هم دا تعداد ډېر زيات دے پدې وجه ځنې شاعران پــاتې شــو ـ
پدې باب کښــې اول پښــتو غــزل کښــې د عمــراني افکــارو پــه روايت بانــدې بحث شــوې دے چې دغــه
روايت د کله راسې راروان دے ـ او پدے حواله د اکبر زمينداور نه واخله تر خوشــحال خــان خټــک او
رحمان بابا او ورپسې چې نــور کــوم غـزل ګــو شــاعران وو د هغــو د غـزل نــه د عمرانيــاتو پــه حوالــه
حوالې اخستې شوي دي ـ بيا د شلمې صدۍ جديد غزل ګو شاعرانو باندې بحث شوې دے ـ څلورم باب
کښې د آزادۍ نه اول معاشرتي ژوند او معاشرتي عواملو باندې بحث شوې دے بيا د تحريک آزادۍ په
دوران کښــې د شــاعرۍ عمــراني حــوالے زيـِر بحث راوســتې شــوي دي ـ او د آزادۍ نــه پس چې کــوم
معاشرتي حقائق دي د هغې په حواله پښتو شاعرۍ دغه حقائق څنګه راپورتــه کــړي دي ،بــدې بانــدې
بحث شوې دے ـ
نتائج او ماحصل
281
د شلمې صدۍ د پښتو شاعرۍ عمراني مطالعه يوه لويه او خوره وره موضــوع ده او د
شلمې صدۍ د پښتونظم او غزل مطالعه په عمراني حواله کړے شوې ده ـ د عمرانيـاتو دائـره ځـان لـه
هم ډېره وسيع ده او معاشرې ټول اړخونه ئې په ولقه کښې راځي ـ د شلمې صدۍ د پښــتو شــاعرۍ نظم
او غزل دواړو کښې د عمراني شعور ښۀ واضحه ادراک موجود دے ـ ددې صدۍ په شروع کښــې چې
د خدائي خدمت ګار سره تړلي شاعرانو خپــل د ژونــد اصــلي او حقيقي مســئلې پــه خپــل شــاعرۍ کښــې
اوچېړلې چې د ازادۍ جذبه پکښې د ټولو نه توانا وه ـ ورپسې ترقي پسنده شاعرانو د معاشــرې حقيقي
مسئـلو ته توجه اوکړه ـ هم دغه شان د روماني شاعرانو په افکــارو کښــې هم عمــراني شــعور غــزونې
کوې ـ لنډه دا چې د شلمې صدۍ پښتو شاعري د عمراني شــعور پــه هــره حوالــه درونــد او وســيع مــواد
لري ـ دا تحقيقي مطالعه د شلمې صدۍ د پښتو نظم او غزل پورې محدوده ده ـ د مزيــد تحقيقي مطــالعې
د پاره ضروري ده چې د پښتو نور شعري اصناف هم منتخب کړے شي لکه:
١ـ چاربيته د پښتو خپل يو اولسي صنف دے او د ژوند په اهمو حاالتو او واقعاتو چاربيتې ليکلے شوې
دي لکه جنګ،زلزله ،سيالب وغيره ـ په داسې چاربيتو کښې نيغ په نيغــه د معاشــرې مســئلې بيــا کــړے
شوې دي ـ په نورو روماني او عشقيه چاربيتو کښې هم دژوند قدرونه او روايتونه او په معاشره کښــې
د هغوي اهميت واضحه موندے شي ـ
٢ـ د نور اولسي اصنافو لکه ټپه،بدله او نيمکۍ وغيره مطالعه هم د عمراني افکــارو پــه حوالــه کېــدے
شي ځکه چې دروماني او عشقيه خياالتو سره سېه په دې اولسي اصنافو کښې معاشرتي شعور هم ښۀ
ژور موندے شي ـ
٣ـ عمراني شعور د پښتو شاعرۍ په هر صنف کښې موندے شي .رباعي په دې تحقيقي مطالعه کښې
شامله نه ده نو ځکه دا سفارش کؤلے شي چې په دې حواله که څـوک مزيـد تحقيـق کـؤل غـواړي نـو د
رباعي صنف ِد پکښې هم شامل کړے شي ـ
٤ـ پښتون په حيث د قوم مسلمان قوم دے او اسالم سره بې کچه مينه لري ـ داسې به شايد چې د ګوتو د
شمېر شاعران وي چې حمــد ،مناجــات او يــانعت بــه ئې نــۀ وي ليکلے ـ پــه دې موضــوعاتو چې کــوم
کالمونه ليکلے شوي دي په هغوئ کښــې هم د خــدائے او د رســول د تعريــف او توصــيف ســره ســره د
خپل اجتماعي ژوند د سکون او خوشحالۍ په حواله ډېرې ارزوګــانې هم نظم شــوي دي چې د عمــراني
مطالعې په ولقه کښې راځي ـ
ــــــــــــــــــــــــ
282
کتابيات
بنيادي ماخذ:
سليم راز ،زۀ لمحه لمحه قتلېږم،پېښور ،يونيورسټي بپلشرز2007 ،ء *
سيد انوار الحق جيالني ،ډاکټر ،در او مرجان( ديوان عبد الحميد بابا) پېښور، *
يونيورسټي بک ايجنسي ،س ن
سيد رسول رسا ،د بېديا ګلونه ،يونيورسټي پک ايجنسي ،س ن *
سېف الرحمان سليم ،د وړو وړو خدايانو ِد بنده کړم،پېښور ،يونيورسټي بپلشرز، *
2008ء
صاحب شاه صابر،د صاحب شاه صابر کليات ،پېښور ،دانش خپرندويه ټولنه، *
2010
طاهر کالچوي ،د طاهر کليات ،پېښور ،دانش خپرندويه ټولنه2014 ،ء *
عارف تبسم،د لمر پل ،لوراالئي،پښتو ادبي ملګري2006،ء *
عبدالباري جهاني،کوه طور،کندهار،نارنج خپرندويه ټولنه2008،ء *
عبد الرحيم مجذوب ،د مجذوب کليات ،پېښور ،دانش کتاب پلورنځي1999،ء *
عبد الغني خان ،د غني کليات ،کابل ،د قومونو او قبائيلو وزارت د نشرياتو *
رياست1985،ء
عمر ګل عسکر ،په داېره کښې کائنات ،کوټه ،ملګري ليکوال2012،ء
فضل حق شيدا،اسويلي ،پېښور1961 ،ء *
فدا مطهر َ ،د ُا ور لمبې عرف دردونه ،پېښور ،اسالمي کتب خانه س ن *
قلندر مومند ،سباؤن،پېښور،جدون پرنټنګ پريس1988 ،ء *
قمر راهي ،څيره ،مردان ،رهګزر ،شرقي پيران1998 ،ء *
ماښام خټک،لکه فصل رېبل کېږم،کراچۍ،جرس ادبي جرګه1915،ء *
محمود اياز،تڼاکې د خيال ،کوئټه ،سکام ادبي ټولنه1999،ء *
ولي محمد طوفان،غورځنګ،د اماراتو دادبي ټولنه مرکز دوبۍ2014،ء *
همېش خليل،ديوان اشرف خان هجري،پېښور ،شاهين برقي پريس1958،ء *
همېش خليل ،ديوان حسېن،پېښور ،پبلک ارټ پريس 1958ء *
ثانوي ماخذ:
احمد جان احمد مروت ،درد او مجذوب ،پېښور ،يونيورسټي پبلشرز2006 ،ء
بهادر شاه ظفر،سيد ،کاکاخېل ،پښتانه د تاريخ په رڼا کښې ،پېښور ،يونيورسټي
بک ايجنسي2012 ،ء
پښتو ,درې مياشتنۍ ،پېښور پښتو اکېډيمي پېښور يونيورسټي ،جلد ،43شماره 4864 ----
، 7جنوري۔ جوال ئي 2014ء
پښتو ,درې مياشتنۍ ،پېښور پښتو اکېډيمي پېښور يونيورسټي ،جلد ،42شماره ،644
ت ن ش جنوري۔ جوال ئي خ2013ء ن ت
پ ښ و،درې مياشتنۍ صوصي مب ر،ج لد ،31ماره ،12 ،11ومب ر-دسمب ر 1999ء ،پ ېښور ،پ ښ و اکېډيمي،
پ ېښور يون يورسټي
پښتون ,مياشتنۍ ،لسم کال ،ګڼه ،90اپريل 2015ء ،پېښور ،باچا خان مرکز
پروېز مهجور ،خويشکي ،ډاکټر ،د ارزاني خويشکي کليات ،پېښور ،پښتو اکېډيمي
پېښور يونيورسټي2005 ،ء
284
تاتره ،درې مياشتنۍ ،پېښور ،پښتو ادبي بورډ ،جلد اووم ،شماره :دويمه ،اپريل /جون
2003ء
تکتو ،شپږ مياشتنۍ پښتو انګرېزي تحقيقي مجله ،شماره نمــبر 7جلـد نمــبر ، 4جنــوري ـ جــون
2012ء ،کوټه ،پښتو څانګه بلوچستان يونيورسټي
"جرس" ،درې مياشتنۍ پښتو ،کراچۍ ، ،ګڼه نمبر ،2کال اول جوالئي۔۔ستمبر 1992ء
جرس ،درې مياشتنۍ ،کراچۍ ،جرس ادبي جرګه ،ګڼه نمبر ،10کال دوهم ،جوالئي /ستمبر
1994ء
جرس ،درې مياشتينۍ ،کراچۍ ,جرس ادبي جرګه ،ګڼه 37تا 40جنوري
2001ء تامارچ 2002ء
جېمز ډار مسټيټر،د پښتونخوا د شعر هار و بهار ،ژباړونکے ،دکتور ،روان فرهادي،
کابل ،پښتو ،ټولنه 1356 ،کال د زمري 15 ،
حنيف خليل ،آئينې ،پېښور ،دانش کتاب خپرندويه ټولنه2001 ،ء
خان عبدالغفار خان ،زما ژوند او جدوجهد ،پېښاور ،باچا خان ټرسټ2012 ،ء
د رحمان پوهنه ،پېښور ،رحمان ادبي جرګه1992 ،ء
داور خان داؤد ،پښتو ټپه ،پېښور ،يونيورسټي بک ايجنسي ،س ن
دوست محمد خان کامل مومند ،قلندر مومند ،د رحمان باباکليات ، ،پېښور،د چاپ
ځائې1984ء
دروېش دراني ،د پښتني ژوند کړۀ وړۀ ،کوټه صحاف نشرياتي مؤسسه2014 ،ء
راج ولي شاه خټک ،ډاکټر ،د پښتو ادبي تحريکونه ،پېښور ،پښتو اکېډيمي،
پېښور يونيورسټي1989 ،ء
مطالعه، راج ولي شاه خټک ،پروفيسر ،ډاکټر ،روهالوجي د پښتو ،پښتانۀ او پښتونخوا
پېښور ،پېښور يونيورسټي2012 ،ء
راج ولي شاه خټک ،د پښتو ادبي تحريکونه ،پېښور ،پښتو اکېډيمي ،پېښور ،يونيورسټي،
1989ء
زلمے هيواد مل،د راحت ياد ،د قبائلو او سرحدونو چارو وزارت 1393،ل
زلمے هيواد مل،د پښتو د نثر اته سوه کاله ،کابل ،دانش خپرندويه ټولنه1996،ء
سلٰم ی شاهين ،روهي سندري ،پېښور ،پښتو اکېډيمي ،پېښور يونيورسټي1984 ،ء
سلٰم ى شاهين،پروفېسر،ډاکټر،جديد نظم په پښتو کښې،پښتواکېډيمي پېښور
يونيورسټي،دويم چاپ 2012 ،
سليم راز ،تنقيدي کرښې ،پېښور ،عظيم پبلشنګ هاؤس1999 ،ء
شنه زرغونه څلور مياشتنۍ ،د کتابي سلسلې ديارلسمه ګڼه ،نومبر۔ فروري 2013ء
عبدالحۍ حبيبي ،پښتانه شعراء(اوله حصۀ)پېښور ،يونيورسټي بک ايجنسي ،س ن
عبدالحۍ حبيبي ،پوهاند ،د پښتو د ادبياتو تاريخ (لومړي او دويم ټوک) پېښور،دانش
خپروندويه ټولنه1384 ،ل2005/ء
285
عبداالکبر خان ،اکبر ،د برصغير پاک وهند په آزادۍ کښې د پښتنو برخه ،پېښور،
يونيورسټي پبلشرز 2009 ،ء
غوټۍ خاورې،د پښتوشفاهي ادبيات شکل او مضمون،کابل،د افغانستان د علومو اکادمي د ژبو
او ادبياتومرکز1988،ء
فرمان مسافر ،اخونزاده ،ځلنده ستوري ،چارسده ،مکتبه اباسين اشنغر1984 ،ء
محمد نواز طائر ,پروفېسر ،مترجم،مقدمه د شعر او شاعري ، ،پېښور ،پښتو اکېډيمي
پېښور يونيورسټي1981 ،ء
محمد نواز ،طائر ،پروفېسر" ،روهي ادب" پېښور ،پېښور اکېډيمي پېښور
يونيورسټي 1984 ،
محمد نواز ،طائر ،پروفېسر"روهي ادب " پېښور ،پښتو اکېډيمي1986،ء
محمد زبير حسرت ،اولسي ادبي جرګه ،مردان ،د ادبي دوستانو مرکه1998 ،ء
محمد اقبال نسيم خټک ،ډاکټر ،دردانې ،پېښور ،حرم پرنټرز2000 ،ء
محمد هوتک بن داؤد ،پټه خزانه ،قندهار ،د پوهنى وزارت د دالتاليف رياست1339 ،
هجري شمسي ،ګڼه
م ۔ ر شفق" ،قلندر مومند ،فن او شخصيت" ،اسالم آباد ،پښتو ادبي سوسائټي1994 ،ء
محمد اقبال خان ،د چار بېتې پوهنه ،هزاره ،پښتو اکېډيمي2014 ،ء ،ص 67 ،64
مطالعاتي محب وزير ،په پښتوناول او افسانه د يولسم ستمبر اثرات ،چارسده ،پښتونخوا
مرکز باچا خان پوهنتون2014 ،ء
همېش خليل ،د چاربېتې پخواني شاعران ،پېښور ،پښتو اکېډيمي پېښور يونيورسټي،
2007ء
همېش خليل ،پښتانه ليکوال ،اول ټوک ،پېښور ،يونيورسټي پبلشرز2010 ،ء
همېش خليل ،ساهو ادب ،پېښور اداره علم و فن پاکستان2003 ،ء
يار محمد مغموم خټک ،پروفېسر ،ډاکټر ،د آزادۍ تحريک او پښتون شاعري،
پېښاور ،يونيورسټي بک ايجنسي2007 ،ء
يار محمد مغموم خټک ،پروفېسر ،ډاکټر،روښانيان او پښتو ادب،پېښور،پښتو
ت
اکېډيمي،پېښور يونيورسټي2011،ء
اردو ک ب:
هللا بخش يوسفي،سرحد اور جدوجهد ازادى،مرکزى اردو بورڈالهور ،جون *
1968
اختر حسین رائے پوری ،ادب اورزندگی( ،مضمون مشمولہ) ادب زندگی اور *
خاور نوازش، سیاست ،مرتبہ :محمد
286
ن
فیصل آباد ،مثال پبلشرز 2012 ،ء
پن ئ
اردو دا رہ معارِف اسالمی ہ ،الہ ور ،،دا ش گاِہ ج اب ،ج لد1980 ،14/1ء
*
* امیرحمزہ خان شنواری۔ قبائل کےرسم و رواج ،مضمون مشمولہ،اٹک کےاس
پار،فارغ بخاری ،رضا ہمدانی ،الہور،گوشہ ادب ،س ن
فش ٹ ف
ا الطون ،ری است (مت رج م) ذاکر حسی ن،ڈاک ر ،الہ ور ،ک ن ہ اوس2012، *
انعامالرحمان،ڈاکٹر،ايلين ويارو،سوات کاسماجي جغرافيه،قبائليت اورجديديت *
کےدرميان،مت رج م،فضل معبود،سوات،حجره ن سيدوشريف2005 ،ء
ج تق ت ٹ
انور سديد ،ڈاک ر ،اردو ادب کی حری کی ں ،کراچ ی ،ا من ر ی اردو پ اکست ان1991 ،ء *
ش
انورجمال ،ادبي اصطالحات ،اسالم آباد نيشنل بک فاؤنڈي ن2012 ،ء *
ن ش ئ ٹ ش
ک پ م ن ہ
اے۔ بی ا رف،ڈاک ر ،مسا ل ادب ،ال ور ،س ِگ ی ل ب لی ی ز2011،ء *
ٹ ج ت ن ن ف
ح ب
ب ل ی ک مارک ،ری کڈ لیو ،م ب ادی عمرا ی ات ،م ر م،ڈاک ر س ی د عاب د سی ن) ح ی درٓاب اد دکن،ج امعہ
*
نث
ع ما ی ہ
پریشان خٹک ،پروفیسر ،پشتون کون ؟ ،پشاور ،پشتو اکیڈیمی پشاور یونیورسٹی، *
1984ء
جمال ،ترقی پسند تحریک کا سفر(پس منظر و پیش منظر) ،کراچی ،انجمن ترقی *
پسند مصنفین ،پاکستان2011 ،ء
ڈاکٹر ،ادب کا سماجی پہلو ،مشمولہ،اکستانی معاشرہ اور ادب ، جمیل جالبی ، *
مرتبین :ڈاکٹر سید محمد جعفری ،احمد سلیم ، ،کراچی ،پاکستان اسٹڈی سنٹر،
جامعہ کراچی1987 ،ء
جمیل جالبی ،ڈاکٹر ،فرہنِگ اصطالحاِت جامعہ عثمانیہ ،اسالم ٓاباد ،مقتدرہ قومی *
زبان1991،ء -
حفیظ صدیقی،ابو االعجاز ،کشاف تنقیدی اصطالحات،اسالم ٓاباد ،مقتدرہ قومی *
زبان1985،ء
287
روش نديم ،صالح الدين درویش ،جديد ادبي تحريکوں کا *
زوال،گندھاراخالدهسردارپالزه سيدپورروڈ راولپنڈى2002،ء
ن ش پ م ن س خ ت ٹ ت نق
ک ہ ب
لی م ا ر ،ڈاک ر ،ن ی دی د قست ان ،ال ور ،س گ ی ل ب لی ز2014 ،ء
ی *
ف ج ت ق س
لی م راز ،ی ی ن ،ا من ر ی پ س ن د م نص ی ن ،پ اکست ان 2016 ،ء *
سليم راز ،پاکستاني ادب1947 ،ء۔2008ء،انتخاب شاعري ،پشتو،اسالم آباد، *
اکادمي ادبيات2010 ،ء
ق ق حق ف ن ت ف
ش ان الحق ی ،رہ ِگ ل ظ ،ا الم ٓاب اد،م درہ ومی زب ان2012،ء
س *
شبلی نعمانی ،عالمہ" ،شعر العجم" حصہ چہارم ،الہور ،الفیصل ناشران و *
تاجران کتب
نش ت
صادق حسين ،ڈاکٹر ،سيد احمد شهيد اور ان کی حری ک مج اہ دی ن ،الہ ور ،المی زان ا ران و *
ت ت
اج ران ک ب2010 ،ء
خ پ بش ٹ ق ن ض ع خت
ن
می ر لی ا ر ،س ی د ،ڈاک ر ،رٓا ی عمرا ی ات،کراچ ی،ا وان ل رز1982،ء *
عبدہللا جان عابد ،پشتو زبان و ادب کی مختصر تاریخ ،پشاور ،یونیورسٹی *
پبلشرز2006 ،ء
عبدہللا جان عابد ،پشتو ادب کے جدید رجحانات ،پشاور ،یونیورسٹی پبلشرز، *
2008ء
ف خ ش
خ
عبدہللا جان عابد ،اج مل ٹ ک ،صی ت اور ن ،ا الم آب اد ،اکادمی ادب ی ات پ اکست ان،
س *
2007ء
علی عباس جاللپوری ،روایات فلسفہ ،الہور ،المثال1969 ،ء
ن
*
ف غ
ازی علم الدی ن ،پرو یسر ،می ث اِق عمرا ی ،ال ور ،مکت ب ہ ج مال2012،
ہ *
غ
الم حسين ذوالفقار،ڈاکٹر،اردوشاعري کاسياسي اورسماجي پس منظر،الهور، *
سنگ ميل پبلي کيشنز2008 ،ء
فارغ بخاری ،رضا ہمدانی ،اٹک کے اس پار ،گوشہ ادب ،الہور س ن *
فہمیدہ عتیق،ڈاکٹر ،ابِن خلدون اور جدید تعلیمی نظریات ،الہور ،پاکستان *
رائٹرکواپریٹو سوسائٹی2012،ء
288
ف ف
يروزالدين ،مولوي ،الحاج ،يروزاللغ ات ،ال هور ،راولپ ن ڈي ،کراچ ي،س ن *
ن ش ن ن ن ن
گوپی چ د ار گ،ب ی سوی ں صدی می ں اردو ادب ،الہ ور ،س ِگ م ی ل پ ب لی کی ز2008،ء *
ق
دری ،عمران ی ات ،الہ ور ،عزیز ب ک ڈپو س ن
دمحم اف بضال ،چ وضہ ش ت *
دمحم ا ل ر ا ،پ و لوک ادب،اسالم ٓاب اد ،اکادمی ادب ی اِت پ اکست ان 1989 ،ء *
محمد حسن ،ادبی سماجیات ،نئی دہلی ،قومی کونسل برائے فروغ اردو زبان، *
2011ء
محمد شفيع ،صابر ،تاريخ صوبه سرحد ،پشاور ،يونيورسٹي بک ايجنسي1986 ،ء *
ن ٹ ش ش ف ت
محمد شفيع ،صابر ،ذکرہ سر رو اِن صوب ہ سرحد،پ اور،یو ی ورس ی،س ن *
ف شخ ق ف
دمحم زبیرحسرت ،پرو یسر ،ل ن در موم ن د ،صی ت اور ن ،اسالم آب اد ،اکادمی ادب ی ات پ اکست ان، *
ت خ ن خت خ ن ٍٍ2000ء
ئ ت
ملک اسدخ ان ری ن ،ا ج ن ی ئ ر ،ج وبی پ ون وا ،ای ک اری ی،سماج ی،س ی اسی ج ا زہ ،ملت ان ،پ ل ش*
والہ ،الکت فاب
فن گرا ن کس 2013 ،ن
خ خ ق ج ت
موال ا راعب رحما ی ،م ر م،م دمہ اب ِن لدون ع ب دالرحمان اب ِن لدون ،کراچ ی یس اک ی ڈی می، *
2001
ش غ ن ف ٹ
مالی وزیرست ان گوری ک محمد نواز خان ،محسود ،ڈاک ر ،ر گی راج اور ی رت م ن د مسلمان، *
مرکز2000 ،ء
مسعود حسين ،پروفيسر،ادب اور زندگي ،دهلي ايجوکيشنل بک هاؤس1997،ء *
موالن ا سعدحسن خان یوسفی،پروفیسر،عبدالصمد صارم ،ازہ ری *
وغیرہ(مترجمین ) المنجد،عربی،اردو ،کراچی
مجنوں گورکھپوری،ادب اور زندگی،کراچی ،مکتبہ دانیال،عبداللھ ہارون روڈ، *
2008ء
داراالشاعت1994 ،
خ خت ن خ
نعیم تقوی ،پروفیسر ،ڈاکٹر" ،تنقید وآگہی"کراچی ،غضنفر اکیڈیمی ،س ن
فئ
*
ثق ف ش ت ک ن
پ م س
وراالمی ن یو ز یٓ،ارٹ ،لچ راور اری خ،پ اور ،حکمہ ا ت واطالعات ،ی یبر و وا ،س ن *
وحید عشرت ،ڈاکٹر ،فلسفئہ عمرانیات،الہور،سنِگ میل پبلی کیشنز2007 ،ء *
وقاراحمد رضوي،ڈاکٹر،تاريخ جديداردوغزل،نيشنل بک فاونڈيشن اسالم اباد، *
1989ء
289
*M.A Enan, Ibn khaldun His Life and works, Rawal Pindi Services Book club
1986
*Milton C. Albreht, The relationship of literature and society, American
Journal of Sociology Vol, 59, No.5 (March, 1954,
290
*http://ps.poems.wikia.com/wiki/%DA%81%D9%88%D8%A7%D9%86%
D8%A7%D9%86%D9%88_%D8%AA%D9%87_
%D8%A8%D9%84%D9%86%D9%87+
*https://ps.wikipedia.org/wiki/%DA%AF%D9%84_%D9%BE%D8%A7%
DA%86%D8%A7_%D8%A7%D9%84%D9%81%D8%AA
*http://ps.poems.wikia.com/wiki/%D8%AF_%D9%85%D9%88%D8%B1 _
%D9%86%D8%A7%D8%B1%D9%87
*https://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B5%D8%AF%D9%8A
%D9%82_%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87_%D8%B1%DA
%9A%D8%AA%D9%8A%D9%86
*http://ps.poems.wikia.com/wiki/%D8%B1%D9%87%D8%A8
%D8%B