ښوون - ويکيپېډيا

You might also like

Download as pdf or txt
Download as pdf or txt
You are on page 1of 28

‫ښوون‬

‫د ښون علمی نوم ‪ Olea europaea‬دی‌‪ .‬کوچنۍ ونه‬


‫لری د شرقی مدیرترانی په منطقه کی ډیر پیدا کیږی‪‌.‬‬
‫چی پدی برخه کی جنوب شرقی اروپا ‌‪ ،‬غربی آسیا ‌‪ ،‬او‬
‫شمال افریقا شامل دی‌‪ .‬عالوه د په شامل عراق ‌‪ ،‬شمال‬
‫ایران ‪‌،‬ا سهېلي پښتونخوو ا د کسپین د بحر په جنوبی‬
‫پایلو کی هم پیدا کیږی‪‌.‬‬
‫دښون ونه‬
”Olea europaea“

Olea europaea, Dead


Sea, Jordan
‫ساينسي ډلبندۍ‬
Plantae :‫سلطنت‬
Eudicots )unranked(
Asterids )unranked(
Lamiales :Order
Oleaceae :‫کورنۍ‬
Olea :Genus
O. europaea :Species
‫‪Binomial name‬‬
‫‪Olea europaea‬‬
‫‪.L‬‬

‫د ‪ ۱۹‬پیړۍ تشریحات‬

‫زيتون عربي کلمه ده چې په پښتو کې ورته ښوون‬


‫وائي ښون په معني زښوي او يا سيم څخه عبارت دي‬
‫انگليسي نوم یي ‪ Olive‬دي ‪ .‬د ښوون د میوی څخه په‬
‫مستقیمه توگه استفاده کمه ده مگر د هغه د تیلو څخه‬
‫په ډیره کچه سره استفاده کیږی‪‌.‬‬

‫په نړې کې د ښون د توليداتو په باره کې د اندازي‬


‫عالقه مندي را پيدا شوې ده همدا اوس د ښون ‪٨٠٠‬‬
‫ې‬
‫ميلونه ونې په نړۍ كښې شته چې تقريبًا ‪ ٩٠٠‬ميلونه‬
‫هکټاره ځمکه ئې پوښلي ده څرنگه چې ښون د تندې‬
‫په مقابل کې مقاومت لري او هم په ډيرو خوارو او‬
‫شگلنو او حتي د تيږو په درزونو کې وده کولى شي‬
‫چې نورې ميوي لرونکي دا طاقت نلري او له بلې لخوا‬
‫غوړي او اچار ئي د صحت لپاره ډير گټور دي او غوړي‬
‫ئي کلسټرول نلري نو ځکه په وچو او نيمه وچو سيمو‬
‫کې د هغه د باغونو د جوړولو لپاره د خلکو او دولتونو‬
‫عالقه مندي زياته شوې ده د ښون د قوي طاقت له‬
‫امله ئي په روزنه او پالنه کې ډيره لږه توجو وکړه او‬
‫يو ډيره لږه اندازه اوبه ورته برابري شي په حاصالتو‬
‫کې ئي د قناعت وړ توپير ليدل کيږي ‪ Fernandez .‬او‬
‫‪ Moreno‬په ‪ ١٩٩٩‬ميالدي کال کې وويل چې نوموړى‬
‫نبات د مالگو په مقابل کې ډيره ښه مقاومت لري نو د‬
‫دښتو د سمسورولو لپاره او خاورې د تخريب د‬
‫مخنيوي لپاره ډير ښه بوټى گڼل کيږي او د هوا وچتوبه‬
‫کموالى شي زمونږ د هيواد شرقي واليت لکه ننگرهار‪،‬‬
‫لغمان‪ ،‬کڼر‪ ،‬نورستان چې وچ اقليم لري او د هند د‬
‫مونسون اقليم د اغيزې له امله څه ناڅه بارانونه هم‬
‫لري او وړى ئې ډير گرم او ژمى ئې سوړ او کم دوامه‬
‫دي ‪ .‬موسمي بادونه خصوصًا د جوزا په مياشت کې‬
‫چې د گرمي شدت هم زيات وي نسبت ټولو ميوه‬
‫لرونکو ونو ته ښون مقاومت کولى شي ‪ .‬نو د دې‬
‫سيمي د سمسورونو په خاطر هم د لږو ځمکو او بې‬
‫ځمکو خلکو ته د کسب او کار پيدا کول او د هغو د‬
‫ژوند د ښه کولو په خاطر ښون يوازيني مناسب او د‬
‫توافق وړ نبات گڼل کيږي چې په هغه وچو شگلنو او د‬
‫تيږو د ډکو دښتو څخه علمي او اقتصادي استفاده‬
‫وشي ‪.‬‬
‫تاریخچه‬

‫داسې شواهد نشته چې د زيتون د کرلو د پيل په باره‬


‫کې دقيق معلومات ورکړي داسې معلوميږي چې ډير‬
‫پخوانى بوټى دى چې د ځمکې پر مخ موجود دى‬
‫داسي اټکل کيږي چې د زيتون کرل تقريبًا ‪ ٣٠٠٠‬کاله د‬
‫ميالد څڅه مخکې د مديتراني په سواحلو‪ ،‬په‬
‫فلسطين‪ ،‬سوريه او ترکيه کې شروع شوي دي او تقريبًا‬
‫‪ ١٠٠٠‬کاله د ميالد څخه وړاندې ايټالي ته هسپانيي ته او‬
‫بيا نورو عربي ملكونو ته خپور شوى دى ‪.‬‬

‫دغه د هميشه بهار بوټى د جملي څخه دى چې متوسط‬


‫څخه لوړ قد لرونکي دي سپين رنگ لري شنې پاڼي لري‬
‫چې نسبتًا ضخيمه او سپيره ده او د زيتون پاڼي د يو‬
‫بل په مقابل تنظيم شوي دي چې هر پاڼه ځانته‬
‫موقيعت لري پلن شکل او لڼده لکۍ يا ‪ Petiole‬لري‬
‫دغه بوټى يو اقتصادي بوټى دى چې په تيږو لرونکو او‬
‫شگلنو ځمکو او خاورو کې هم وده کوي او د اوبو د‬
‫نشتوالي او د گرمې اوسړې هوا سره توافق کولى شي ‪.‬‬

‫که چيرې د دي بوټي پالنې اوروزنې ته ښه پاملرنه‬


‫وشي نو په نتيجه کې زيات حاصل ترې تر السه کيدلى‬
‫کيږي په نړي کې تقريبًا ‪ ٨٠٠‬ميلونه ونې موجودي دي‪.‬‬
‫دنوموړې سروي په اساس دغه ونې په نړي کې د ‪٩‬‬
‫څخه تر لس ميلونه هکټاره ځمکه کې دغه بوټي يا ونې‬
‫کرل شوې دي‪ ،‬په شاړو او دښتو کې د ښه توافق له‬
‫امله نوموړى نبات ډير ښه اقتصادي ارزښت لرونکي دي‬
‫‪.‬‬

‫خالصه دا چې دغه نبات په هر قسم خاوره کې په‬


‫مختلفو شرايطو کې چې اوبه ورته ورسيږي ښه وده او‬
‫نمو كوالى شي ‪.‬‬
‫اوسني ساينس پوهان هم اعتراف کوي چې د زيتون د‬
‫تيلو په پرتله بل داسې کوم خاص تيل نشته دي ‪ .‬د دې‬
‫زيتونو ونې تقريبًا ‪ ٦٠٠‬څخه تر ‪ ٧٠٠‬کلونو پورې ميوه‬
‫ورکوي په قران کريم کښي اهلل ج د نورو څيزنو تر‬
‫څنگ په زيتون سوگند کوي ( سوره تين )‪،‬‬

‫په بل ځاى کې اهلل ج د زيتون ونې ته مبارکي ونې نوم‬


‫ورکړى او خپل نور ئي د يو ډول څراغ يا ډيوې سر‬
‫تشبيه کړى دي چې د دغي سپڅلي ونې د تيلو څخه‬
‫بليږي‪ ( .‬په سوره نور کې ) د دا ډول بيلگو ځينې د‬
‫زيتون د وني او تيلو گټي په ډاگه کيږي او د زيتون‬
‫لرغونو ميوو څخه شميرل کيږي د روم د بحري‬
‫سواحلو کې د اباحبشا په نامه ځاى کې د دې ځاى‬
‫اوسيدونکي د دغي گټورې ميوي څخه خبر و‌ؤ او که‬
‫نور غور پرې هم وکړو نو کله چې د نوح ع بيړۍ د‬
‫جبوري په غاړه لنگر واچاوو نو په دې وخت کې هغه‬
‫مرغه وو چې د وچي ځمکي اعالن ئي کاوو په مښوکه‬
‫د زيتون د وني پاڼه نيولي وه ‪.‬‬

‫لڼده دا چې لرغوني انسان د زيتون غذائي او طبيعي‬


‫گټو څخه خبر وؤ اوټوله نړۍ کې په ځانگړې توگه په‬
‫لوديځ کې هغه کسان چې د کلسټرولو په اړه ناروغيو‬
‫اخته دي نو د زيتون ته په ډيره ارزښت قايل دي ‪.‬‬
‫داسې اټکل کيږي چې زيتون د لمړي ځل لپاره په‬
‫لوديځه اسيا کې ټوکيدلي دي چې بيا د روم د دواړو‬
‫خواوو ته منځنۍ ختيځ او اروپا ته ورسيدل اوس د‬
‫نړي ‪ ٩٠‬فيصده پيداوار د دي سيمو څخه الس ته راځي‬
‫‪ .‬د زيتون كښت ‪ ٨٠٠‬کاله پخوا په منځني ختيځ کې‬
‫پيل شوى دى ‪.‬‬
‫غذایی ارزښت‬

‫لکه څنگه چې مخکي مو ياد کړ چې د زيتون د غوړيو‬


‫غذائي ارزښت او د هغه د کلسترولو د نه لرلو په سبب‬
‫دي مگر د زيتون ميوه د ‪ ٣٣ – ١٠‬فيصدو پورې غوړيو‬
‫نه عالوه په خپل ترکيب کي پروتين‪،‬کلسيم‪ ،‬اوسپنه او‬
‫ويتامين ‪ A ، B1، B2‬او ‪ pp‬هم لري او هم يوه زياته‬
‫اندازه انرژي توليدوي د زيتون هغه ورايټي چې د‬
‫غوړيو متوسطه اندازه لري انتخاب شوي او دا تجربه د‬
‫ميوو په دوه مرحلو کې سرته رسيږي‬

‫يو هغه وخت چې زيتون شنه وي او د اچارو لپاره‬


‫مناسب دي او بل هغه وخت چې ښون ښه پاخه او‬
‫رنگ ئي تور وي چې په دغه وخت کې د غوړيو د‬
‫ايستلو لپاره مناسب گڼل کيږي ‪ .‬د شنه زيتونو څخه‬
‫اچار جوړيږي او د غوړيو لږ فيصدي هم لري‪ .‬مگر نور‬
‫ډير ضروري غذائي مواد او کالوري چې انسان ورته‬
‫اړتيا لري پکښې شته دي ‪.‬‬

‫د تورو زيتونو د غوړيو ايستلو څخه وروسته په‬


‫کنجاړه کښې استعماليږي تاسو گوري چې په کنجاړه‬
‫کښي څومره نور مهم غذائي مواد موجود دي چې د‬
‫څارويو د تغذئي لپاره د اهميت وړ دي صرف د زمونږ‬
‫تريخ والي په ستونزو ليري کولو سره د څارويو د پاره‬
‫د استفاده وړ گرځيداي شي ‪.‬‬

‫نو په پدې ترتيب د زيتونو د ميوې حاصالت د غذا په‬


‫تامين کښې ډيره ونډه اخيستالى شي‪ .‬د زيتونو د‬
‫ترخې کنجاړي په نتجه کښې چې څارويو ته‬
‫استعماليږي نو د حيوان وزن د السه ورکوي او باالخره‬
‫د حيوان د هاضمي سيسټم د خرابوالي سبب کيږي‬
‫تريخوالي له منځه يوړول شي او وروسته څارويو ته‬
‫په کنجاړه کښې استعمال کړاى شي چې دا به ئي ښه‬
‫نتيجه وي څارويو ته ‪.‬‬

‫د ښوون کارونه‬

‫د ښوون یا زيتون خام استعمال ډير مفيد وي که په‬


‫غذا کښې وخوړل شي مثبت تاثيرات ئي نور هم‬
‫زياتيږي د پاخه زيتون ترخه ماده ( ‪ )Oleuropein‬په‬
‫نوم ياديږي‪.‬‬

‫د تريخ والي د ختمولو د پاره د پوتاشيم او د اوبو په‬


‫محلول کښې لندوي او بيا ئي د اوبو په محلول کښې‬
‫ساتي _ د څه وخت په تيرودو سره ترخه ماده له منځه‬
‫ځي ‪ .‬شنه يا غوره زيتون د پخو زيتونو په پرتله ډيره‬
‫مينه وال لري او ميوه هم په نورو خوړو کښې کاروي ‪.‬‬
‫د غوره شنو زيتونو څخه زړي اوباسي او په مختلفو‬
‫شيانو کښي گازري‪ ،‬بادام اوبو څخه نورو سبو کـښـي‬
‫گډيږي او په بازارونو کښې د خرڅالو لپاره وړاندي‬
‫کوي ‪.‬‬

‫نبوي حديثو کښې ډيرې څرگندوني شوي دي ‪ .‬او‬


‫غذائي ارزښت ئې ډير لوړ دي چې په طب کښي‬
‫مختلفو درملو جوړولو کښې ورڅخه کار اخسيتل کيږي‬
‫‪ .‬او د خوړول په وخت کښــې د انسان په وجود کښې‬
‫ډير زر تجزيه او بي حده زيات تاثيرات راولي‪.‬‬

‫بوتانیکی مشخصات‬

‫پدي فاميل کي ‪ ٣٥‬انواع موجود دي چي ډير مشهور‬


‫انواع ئي يا ‪ Sp‬او يا ‪ Olea europea‬دي چې د‬
‫زيتون د ونې څخه عبارت دي د دغي نوعي يا وني‬
‫ظاهري شکل سپين او شين رنگ لري او هر پاڼه بيله‬
‫بيله په ډکي کښي بندي دي ‪.‬‬
‫ښون یو همیشه بهار یا شین بوټۍ دی‪ .‬لنډه ونه لری او‬
‫د ‪ ۸‬څخه تر ‪ ۱۵‬مترو پوری لوړیږی‌‪ .‬نقرای شنی پاڼی‬
‫لری چی اوږدوالی یی ‪ ۴‬څخه ‪ ۱۰‬سانتی مترو پوری‬
‫رسیږی او قطر یی ‪ ۱‬څخه تر ‪ ۳‬سانتی مترو پوری‬
‫رسیږی‪‌.‬‬

‫کوچنی سپین گالن لری‪ .‬چی کالیکس او کاروال یو‬


‫یوځای دی ‌‪ ،‬دوه سټمینه لری او یو جوړه ای سټیگما‬
‫لری چی د تیر کال په ښاخ باندی منځ ته راځی‪.‬‬

‫میوه یی کوچنۍ ده د میوی ډول یی ډروپ دی او د ‪۱‬‬


‫څخه تر ‪ ۱،۵‬پوری قطر لری‪.‬‬

‫تخم یا دانه یی وړه ده او معموال د تیږی یا زړی په نامه‬


‫سره یادیږی‪‌.‬‬
‫د ميوو او تيلو په اړه کيښودل شوي نيالگي پنځه يا‬
‫شپږ کاله وروسته ميوه ورکوي د ثور او جوزا په‬
‫مياشتو کې گالن نيسي د زيتون ميوه لمړى شين‪ ،‬بيا‬
‫بنفشته بيا سور او اخير کښې تور رنگ غوره کوي ‪.‬‬

‫په گرمو ځايو کښې په عقرب‪ ،‬قوس‪ ،‬حوت او حمل‬


‫مياشتو کښې د زيتون ميوه پخيږي د ميوو راټولو‬
‫څخه وروسته د زيتون فابريکو ته وړل کيږي د تيلو د‬
‫رايستلو دپاره د فابريکو ته ليږودل کيږي‪ .‬او که چيرې‬
‫په زيتون ميوه باندي پوپنک يرغل وکړي نو په تيلو کې‬
‫د تيزابو کچه زياتوي چې دارنگه تيلو او ميوو ارزښت‬
‫کموي‬

‫د ښوون تر ټولو زړی ونی‬

‫د ښوون تر ټولو زړه ونه چی د ‪ Pliny the Elder‬له‬


‫قوله ‪ ۱۶۰۰‬کاله عمر درلود او د لرغونی یونانی دوره کی‬
‫وه‪ .‬د اتن په ښار کی یوه بله ونه چی نوم یی ‪Plato's‬‬
‫‪ Olive Tree‬یا د افالطون د ښون ونه بلل کیده ‪ ،‬ویل‬
‫کیږی چی ‪ ۲۴۰۰‬کاله عمر درلود‪.‬‬

‫په پورتگال کی هم یوه ډیره زړه د ښون شته چی عمر‬


‫یی ‪ ۲۰۰۰‬کاله دی‪.‬‬

‫د ښونه روزنه‬

‫د ‪ ۱۹‬مې پېړۍ د ښوون يو انځور‬


‫د ښونه کرنیزی چاری‬

‫د ښوون دباغونه د تراکټور په واسطه قلبه او نرميږي ‪.‬‬


‫په فني توگه دښاخ غوڅونې عمليات د زيتونو په‬
‫باغونو کې تر سره کيږي ‪ .‬دغه بڼونه په منظم ډول او د‬
‫پالن په مطابق اوبخور کيږي او په منظمه توگه دغه‬
‫باغونه بايد په معين وخت کې دوا پاشي شي ‪.‬‬

‫او د نامطلوبو بوټو کنترول بايد هم په نظر کښې‬


‫ونيول شي د دغو باغونو د تنظيم لپاره ډير مهم غذائي‬
‫مواد او اوبه دي ‪ .‬د ژمي په وخت د دلو په مياشت کې‬
‫چې باران نه وي اوبه ورته ضروري دي او اوبه لگول‬
‫بايد تر سره شي ‪ .‬سر سري قلبه الزمه ده تر ځو ځمكه‬
‫يواندازه نرمه شي تر ځو په کلى خاوره کې د اوبو‬
‫زيات تبخير څخ مخنيوى وشي ‪ .‬د پسرلي قلبه بايد ‪١٠‬‬
‫سانتي متر څخه زيات ژور قلبه ونشي بايد سطحي‬
‫قلبه وکارول شي دا په دې معنى چې دغه نبات يا‬
‫نيالگۍ رښي خپله استفاده د رطوبت څخه اخلي او که‬
‫چيرې ژور قلبه كينه ترسره شي کيداى شي چې د‬
‫ريښي له مينځه والړې شي ‪ .‬نو د نبات د مړيني يا کم‬
‫حاصل الس ته راتگ سبب گرځي نو بايد په کرنيزو‬
‫چارو کې کوشش وشي چې د نبات د اوبو له كمښت‬
‫سره مخ نشي ‪.‬‬

‫د اوبو نشتوالى د نبات ودې دگمښت سبب گرځي لکه‬


‫څنگه چې پورته يادونه وشوه زيتون کرنيزې چارې‬
‫بايد په پام كښې ولرو‪ .‬زيتون په باغونو کې د قطار کې‬
‫بايد وکرل شي تعداد د ونو په يو هکتار ځمکه کې د‬
‫سلو څخه تر څلور سوه پوري ونې كر ل كيږي ‪ ،‬ونې‬
‫بايد د عمر له لحاظه په نظركښې ونيول شي پدې هکله‬
‫يو عالم بورډيس په کال ‪ ١٩٧٥‬ميالدي کې داسي وايي‬
‫چې د زيتون د ونو او د ښه تنظيم لپاره داسې‬
‫څرگندوني کړي که چيرې د زيتون د ونو تر منځ فاصله‬
‫‪ x 4 4‬متر په اندازه وي کيښودل شي نو په يوه هکتار‬
‫ځمکه کې د ‪ ٦٢٥‬تعداد نونو څخه ‪ ٥٠٠‬ليتره غوړي يا‬
‫تيل تر السه کيږي‪.‬‬

‫د زيتون د حاصالتو اوسط ارقام رسمي ساحه کې د‬


‫‪ ١٠٠٠‬بوټو څخه په يوه هکتار کې ‪ ٢٠٠٠‬کيلو گرامه‬
‫حاصل تر السه كيږي‪.‬‬

‫د غوړيو فيصدي به يي د ‪ ٢٠٠٠‬کيلو گرامو په مقابل کې‬


‫‪ ٦٠٠‬کيلو گرامه غوړي تر السه کيږي‪ .‬که چيرې حاصل‬
‫‪ ٤٥٠٠‬کيلو گرامه وي نو د غوړيو فيصدي به يي ‪١٥٠٠‬‬
‫کيلو گرامه وي په متوسط حاصل سره چې ‪٨٠٠٠‬‬
‫کيلوگرامه وي د غوړيواندازه به ئي ‪ ٢٤٠٠‬کيلو گرامو ته‬
‫ورسيږي‪ .‬او په سلو کښې ‪ ٣٠‬فيصده غوړي الس ته‬
‫راځي ‪.‬‬
‫د خاوري سره د ښون توافق‬

‫كه دښون بوټوته اوبه ورسيږي په هر ډول خاورو سره‬


‫توافق کولى شي ‪ .‬په شگلنو او چغلدارو خاورو کښې‬
‫نسبت کلى خاورې ته د باران او اوبوخور د لږ مقدار‬
‫څخه لږ سمه گټه اخيستالى شي مگر په کلي خاوره‬
‫کښې تر ډيره وخته پورې د خاورې زهکشي شوي لنده‬
‫بل څخه گټه اخيستالى شي او د وچيدو خطر ئي لږ‬
‫دي ‪.‬‬

‫مگر د ښه حاصل د اخيستلو د پاره شگلنه خاوره‬


‫نسبت کلي خاورې ته ډيره مناسبه ده ‪ .‬په دې شرط‬
‫چې اوبه ورته ورسيږي زيتون په ډيرو وچو او والړو‬
‫اوبو خاورو کې او جبه زارو ځمکو کې په تکليف وي نو‬
‫په جبه زارو ځمکو کې چی د هغه الندې اوبو سطحه‬
‫(‪ ) Water table‬لوړه وي هلته بايد د زيتون باغونه‬
‫جوړ نشي په ډيرو سطحي خاورو کښې چې شگلنه او‬
‫چغلداره حتي تيږې او چونه هم ولري ښه توافق کولى‬
‫شي خو په زړه پورې حاصل به حاصليخيزو ځمکو‬
‫کښې ورکوي ‪.‬‬

‫د ښون لپاره ډيره ښه تيزابيت يا پي ايچ د خاوري د ‪٧‬‬


‫څخه تر ‪ ٨‬پورې وي او د خاوري مختلفو پي ايچ کې‬
‫توافق کوالى شي‬

‫د ښون ښاخه بری‬

‫د زيتون د باغونه په باغونو کښې د څانگو غوڅول د‬


‫کرکيلې او نورو زراعتي عملياتو په نسبت په مستقيمًا‬
‫د ونو په بيولوژي پورې اړه لري چې په الندې ډول دا‬
‫تاثيرات په لنډ ډول بيانيږي‪ .‬ونو ته مناسب شکل‬
‫ورکول يعني هغه دوا شيندل او ميوه ئي ټولول اسانه‬
‫شي ‪.‬‬
‫‪ .1‬د غذائي موادو کنترول يعني څانگو ته چې گالن‬
‫او ميوې صفا توليد کوي ‪ .‬د غذائي موادو رسول‬
‫او هغه څانگو ته چې راتلونکي کال کښې د‬
‫ميوې لپاره په نظر کې وي وده ورکوي ‪.‬‬
‫‪ .2‬د لمر د وړانگو څخه اعظمي گټه اخيستل يعني‬
‫دا چې په نتيجه کښې د غذائي موادو او يا د‬
‫ميوو د زيات توليد په ښه کيفيت سره الس ته‬
‫راځي ‪.‬‬
‫‪ .3‬په شاخبرۍ کښې د ناروغيو او حشراتو د‬
‫زياتيدو مخنيوى اسانه کيږي ‪.‬‬
‫‪ .4‬د سالبري يا يو کال تر منځ ميوه د نيولو د‬
‫کنټرول يعني په هغه کال کښې د ونې د زياتيدو‬
‫ميوه د نيولو وار وي بايد د څانگو غوڅول زيات‬
‫شي چې ميوه زياته ونه نيسي او دا تناسب هر‬
‫کال بايد په نظر کښې ونيول شي ‪.‬‬
‫‪ .5‬د اوبو د ضايعاتو مخنيوى کيږي هر څومره چې‬
‫د ونې سايز يا اندازه کوچنۍ وي نو په هغه‬
‫اندازه اوبه لږې په مصرف رسيږي ‪.‬‬

‫د يادونې وړ بولم چې د څانگو غوڅون بايد د ژمي د‬


‫يخ موسم تيرودو سره سم له السه شروع شي يعنې‬
‫هغه وخت چې ال ونه سمه بيداره شوې نه وي ‪ .‬چې دا‬
‫موسم زمونږ په هيواد کښې خصِو صًا په ننگرهار او‬
‫تودو سيمو کې معموًال د دلو مياشت څخه شر وع‬
‫کيږي او د ونې د بيدارويدو پورې دوام کوي که چير ې‬
‫شاخبري په عقرب او قوس مياشتو کې تر سره شي نو‬
‫ښه نتيجه ولري ‪.‬‬

‫دا ځکه چې ونه د يخ موسم په مقابل کې لوځيږي او د‬


‫يخ په مقابل کښې مقاومت کموي‪ .‬ډير خلک او بڼوال‬
‫په دې عقيده دي چې د شاخبرۍ جانبي عوارض نه‬
‫بلکي د شاخبري د وخت د مخه عملي کولو علت دي ‪ .‬د‬
‫ښون د ونې شاخبري کې کيښنولو څخه تر زړښت‬
‫پورې الندې مراحل په نظر کښې ونيول شي ‪:‬‬

‫‪ .1‬ونو ته شکل ورکول‬


‫‪ .2‬حاصل اخيستل‬
‫‪ .3‬نوي کول‬
‫‪ .4‬د وني دوباره ځوانول‬

‫په شاخبري کښې بايد الندې ټکي په نظر کښې ونيول‬


‫شي ‪.‬‬

‫‪ .1‬د تيرو تخينکي وسايلو څخه چې د شاخبري د‬


‫هدف لپاره جوړ شوي وي کار واخيستل شي ‪.‬‬
‫‪ .2‬د پرې شوي غټو څانگو پرې شوي ځايونه بايدد‬
‫روغني رنگ پواسطه ووهل شي ‪.‬‬
‫‪ .3‬څانگي بايد داسې پرې شي چې ډکي پاتي نشي‬
‫او د ډکي په پاته کيدو سره تشکيل شوي زخم‬
‫نه پوښل کيږي چې د ونو لپاره د مرضونو او‬
‫حشراتو پټ ځايونه جوړيږي ‪.‬‬
‫‪ .4‬د بازو گانو انتخاب په وخت کې بايد توجو‬
‫وشي چې ټول بازو گان د ونې د تنې د يوې‬
‫نقطي څخه را وتلي نه وي‪.‬‬

‫د ښوون ناروغۍ‬

‫ښون د یو فنگس لخوا چی ‪Cycloconium‬‬


‫‪ oleaginum‬نومیږی ډیره متاثره کیږی‌‪ .‬ددی ترځنگ‬
‫د یو بکتریا لخوا چی ‪Pseudomonas savastanoi‬‬
‫‪ pv. oleae‬نومیږی‌‪ ،‬هم په ناروغۍ اخته کیږی او په‬
‫هغه کی د نباتی سرتانونو سبب کیږی‪.‬‬
‫د ښون آفتونه‬

‫ښون د حجشری لخوا چی ‪ scale insect‬نومیږی‬


‫متاثره کیږی او د ښون په میوه کی تور خالونه منځ ته‬
‫راوړی چی د دی کبله ښون خپل اقتصادی ارزښت له‬
‫السه ورکوی‪.‬‬

‫د ښون دتولید احصایه او لوی هیوادونه‬

‫ښون په نړۍ کی یو تر ټولو ډیر کرل کیدونکی نبات‬


‫دی‪ .‬په ‪ ۲۰۰۹‬کال کی ‪ ۹.۹‬ملیونه هکتارڅمکی کی ښون‬
‫کرل شوی وو‪ .‬په نړۍ د ښون د تر ټولو لوی‬
‫تولیدوونکی هیواد هسپانیه ده چی ‪ ۱۸۲۴۱۸۰۹‬ټنه ښون‬
‫تولیدوی‪ .‬بیا ورپسی ایټالیا او یونان‪ ،‬ترکیه او سوریه‬
‫دی‪.‬‬
‫دښون حاصل ټولول‬

‫د ښون حاصل په منی او ژمی کی رفع کیږی‌‪ .‬د حاصل‬


‫ټولولو لپاره ونه ښورول کیږی او بیا په تکوریو کی‬
‫ټولیږی چی البته ښه الره یی نه ده او د دی الری د‬
‫نهایی محصول د خراب کیفیت المل کیږی‌‪ .‬بله الره یی‬
‫داده چی محصول مستقیم د ونی څخه په تکورۍ کی‬
‫راټول شی‪.‬‬

‫مآخذونه‬

‫‪ .1‬بختاني‪ ،‬نصراهلل ‪ _١٣٨١ ،‬د ښون اقتصادي‬


‫ارزښت د ننگرهار پوهنتون‬
‫‪ .2‬حمزه خيل‪ ،‬نورگل‪ ١٣٥٩ ،‬ه ل د نباتاتو د تکثير‬
‫الرې ‪ ،‬ښون مخ ‪ ٢٠٣ ،٢٠٢ ،٩٤ ،٥٥‬کابل پوهنتون‬
‫‪ .3‬شير زاد‪ ،‬باز محمد_ ‪ ١٣٦٨‬ه ل د تل شنو پاڼو ونو‬
‫ميوه مخ ‪ ٢٩٠ ،٢٥٤‬کابل پوهنتون‬
‫‪ .4‬هاشمي ‪ ،‬سيد رقيب شاه _ ‪ ١٣٦٨‬ه ل ارزش‬
‫غذائي ميوه زيتون مخ ‪ ،٢٣ ،١٨‬د کرنې او‬
‫مالداري وزرات د خپروني څخه‬
‫‪ .5‬جليلي مرندي‪ ،‬داکتر رسول _ ‪ ١٣٨١‬ه ل ميوه‬
‫کاري صفحه ‪ ،٢١٢ ،٢٠٨‬کابل پوهنتون‬

‫"?‪https://ps.wikipedia.org/w/index.php‬‬
‫‪&oldid=272940‬ښوون=‪ "title‬نه اخيستل شوی‬

‫دا مخ وروستی ځل په ‪ ۲۹ ،۱۴:۰۲‬اکتوبر ‪ ۲۰۲۱‬بدلون موندلی‪• .‬‬


‫دا پاڼه د ‪ CC BY-SA 4.0‬سره سم ستاسو په السرسي کې ده‪.‬‬

You might also like