Professional Documents
Culture Documents
Water Sheed
Water Sheed
Water Sheed
.جیولوجیکې اړخ :د واټرشیډ جیولوجیکې اړخ دوه خبرو ته متوجه کیږي
.طبیعي منابع :په دوه مواردو پورې اړه لري ،اوبه او خاوره ده
اوبه :اوبه د ژوند یوه برخه ده چې د الندې کارونو لپاره استعمالیږي ،لکه د څښاک ،د برقي انرژۍ د
تولید ،د کښت او نورو موخو لپاره استعمالیږي .خاوره :د خاورې د استعمال څخه د ژوند بنسټیزي
.اړتیاوې پوره کیږي ،لکه د انسانانوخوراک ،د څارویو خوراک ،د سوند توکي او داسې نور
.طبیعي خطرونه :په درې مواردو پورې اړه لري ،سېالب ،زلزله او د ځمکې ښویئدنه
.هایدرولوجیکې اړخ :د غه اړخ د واټرشیډ په حالت پورې اړه لري چې الندې حاالت په برکې نیسي
د واټرشیډ د مدیریت او کنترول لپاره د هغه مېالن ،د خاورې چسپیش او د سریغ جریان کمول په برکې
.نیسي
په دغه اړخ کې د سېالب کنترول ،د موادو د کیناستنی ،د خاورې د ساتنې او کښت د هغې اماده کول په
.برکې نیسي
ټولنیز او اقتصادي اړخ :په دغه اړخ کې د بزګرانو لپاره د کرنیزې ساحې پراخول او دوي هڅول چې
.ترڅو هغه شیان وکري چې ګټه یې زیاته وي .ترڅو زیات عاید ترې السته راشي
چاپیریالې اړخ :د واټرشیډ مدیریت په دغه اړخ کې د شینو ساحو زیاتیدل ،اوهم یو وړوکی واټرشیډ کولی
شي چې یوه واړه ساحه سرسبزه وساتي خو بیا یو غټ واټرشیډ کوالی شي چې په نړېواله سطحه
.سرسبزي او د اقلیم په تغیر کې بشپړ رول ولوبوي
: Water Shed Managementد واټرشیډ مدیرت
د واټرشیډ مدیریت په څه معنا؟
د واټرشیډ مدیرت :هراړخیز اقدامات پدې خاطر چې د واټرشیډ طبعي منابع لکه اوبه ،ځمکه او نباتي
.پوښښ څخه په پایداره توګه ګټه پورته شي
:د واټرشیډ د مدیریت تخنیکونه
.د یوه سالم واټرشیډ د مدیریت لپاره د الندې تخنیکونو څخه استفاده کوو
اګرانومیکي تخنیکونه
نباتي تخنیکونه
واړه انجنیري ساختمانونه
.اګرانومیکي تخنیکونه :په دغه تخنیکونو کې الندې برخې شاملي دي
.ـ د کروندو ساتنه
.ـ د مختلفو حاصالتو کرل
.ـ د کیمیاوي سرو(کود) جوړول او بیا ورڅخه په کرونده کې استفاده کول
.ـ د وریجو کرلو ته ترجع ور کول (ځکه چې وریجې زیاتو اوبو ته اړتیا لري
.ـ د څارویو کنترول د کروندو څخه
.نباتي تخنیکونه :په دغه تخنیکونو کې الندې برخې شاملي دي
.واړه انجنیري ساختمانونه :په دغه تخنیکونو کې الندې برخې شاملي دي
ـ چک بندونه
ـ استینادي دېوالونه
ـ اوبیالرو جوړول
.ـ د اوبو لګولو محافظوي سیستم جوړول (د څاڅکو او لوړه اوبه لګونه په شکل)
.ـ تیراس یا چوتري په شکل د ځمکو کرل (هغه سیمې چې یو بل پر سر وي)
:د یوه سالم واټرشیډ مدیریت په الندې خبرو تمرکز کوي
.ـ د ظرفیت او مناسبو شرایط په اساس د ځمکې څخه مناسب او منطقي ګټه پورته کوول
.ـ د ځمکې د تولید ظرفیت لوړول د مناسب حفاظتي تخنیکونو په اساس
ـ د اوبو موثره ساتنه او ذخیره او د اوبو د منابعو څخه موثره استفاده د څښاک ،اوبولګونې او داسې نورو
.ضروریاتو د استعمال لپاره
ـ د خاورې او اوبو د ساتني لپاره د مختلفو تخنیکونو څخه استفاده د دې لپاره چې په واټرشیډ کې د کمو یا
.زیات اوبو مدیرت او هم د بدو غمیزو مخنیوی پکې ترسره شي
.ـ د خاورې د تخریب د مخنیوې لپاره د بیال بیلو الرو چارو پلي کوول
ـ د واټرشیډ په مدیرت کې باید ټولنیز ،اقتصادي او ادارې فکټورونه په داخل او بیرون د واټرشیډ کې په
.نظر کې ونیوول شئ
.ـ واټرشیډ یوازینی طبیعي واحد دی چې پروژې/پروګرام ته دپلي کیدو اجازه ورکوي
ـ د پورتنۍ او الندینۍ ساحو ترمنځ د اړیکو جوړول ،د اوبو حرکت او میالن لرونکي ساحو کې د اوبو له
.کبله د خطر د راپیدا کیدو ترمنځ اړیکه
.ـ د ځمکې د استعمال اغیزه په اوبو ،رسوباتو او د عناصرو په انتقال باندې