Professional Documents
Culture Documents
جرایم سایبری
جرایم سایبری
جرایم سایبری
12
:په یوه ټولیزه جمع بندې کې کولی شو د سایبري جرمونو مخینه په دری نسله و وېشو
الف :لومړی نسل
دا ډول جرمونه د کمپیوټر له پېدایښاات سااره رواج شااوي دي؛ یعنې په رساامي بڼه له 1۸۹1ز .لساایزې نه
.شروع کېږي او د1۸۹1ز .تر لسیزې یې دوام درلود .او د کمپیوټري جرایمو په نوم یادېدل
ب :دویم نسل
دا ډول جرمونه د اطالعاتو پر ضد جرایم؛ یعنې د ځانکړي )خصوصي( حریم ته د ننوتلو په نوم رواج شول
چې د1۸۹1ز .لسیزې په پایلو کې پېل او 1۸۸1ز .لسیزې تر منځ یې دوام درلود .د اطالعاتو ،خصوصي
.حریم او بېن المللي شبکو او داسې نورو ...پر ضد تر عنوان الندې سر ته رسېدل
ج :دریم نسل
د 1۸۸1ز .لسیزې په منځ کې د انټر نټ او سپوږمکۍ د اړیکو له پر مختګ سره یو ځای دریم نسل ځانته
د سایبري جرایمو تر عنوان الندې بڼه اختیار کړه .چې د دې جرایمو ماهیت ته په پاملرنې له هر وخت نه
ډېر یې حقوقي نظامونه له جدي ستونزو سره مخ کړل ،ځکه هره ورځ مجرمینو مجرمانه کړنې سر ته
رسولې او افراد ،اشخاص ،سازمانونه ،شرکتونه اوداسې نور ...زیانمن کېدل ،کله به چې زیانمنو کسانو
محاکمو او عدلي قضایي اداراتو ته مراجعه کوله ،د سایبري جرمونو په اړه قوانینو شتون نه درلود .له
.همدې کبله عدلي او قضایي ن ادونه له ستونزو سره مخ شوي ول
فرانسه او بریتا نیا لومړني هېوادونه ول چې په 1۸۸۹کال کې یې د سایبري جرایمو پر ضد قوانین تصویب
او نافذ کړل .د دوی په تعقیب په 2111ز .کال کې امریکا هم د سایبري جرایمو پر ضد قانون نافذ کړ او
تر اوسه د تطبیق وړ دی .همدارنګه په 2111ز .کال د نوامبر په درویشتمه نیټه د اروپا د امنیت شورا
هم د سایبري جرایمو پر ضد مبارزې په اړه د قوانینو په وضع کولو بریالی اقدام وکړ .چې بې له شکه د
دې شورا او د بېالبېلو بېن المللي سازمانونو د دوام لرونکو هڅو پایله ده چې دا هوکړه لیک په ۱فصلونو
.او ۱۹مادو کې تصویب شو
انټر نټ :د اول ځل لپا ره په 1۸۵1ز .کال کې په امریکا کې کشف شو او په 1۸۹1ز .کال کې یې له
په بڼه د محصلینو له خواپه پو هنتونونو کې تر ګټې اخیستنې الندې راغی) )Work Netانټرنټ نه د
13
دویمه وېنا :د سایبري جرایمو ځانګړ تیاوې
ساایبري جرموناه هغااه تااوان اړونکاې کړنااې دي چاې د یااو کمپیاو ټار ،شاابکې اله خاوا او یااا دهغاې پاار
ضااد ساارته رسااېږي .دا جاار مونااه د پخوانیااو )کالساایک( جرمونااو پااه پرتالاه ډیاار ې ځااانګړ تیااا وې
الااري .ځکاااه چاااې د پاااور تاااه او پېچالااې تکناااالوژۍ پاااه کاااارولو ساااره دا جااارایم پاااه فااارد پاااورې
تاااړاو
.لرونکی ماهیتونه لري چې په الندې ډول دي
.دارتکاب اسانه او بسیطه تګالره
.په لږو مصارفو او لږو سرچینو سره ډېر تاوان اړول
.د جرم د ارتکاب په ځای کې د مرتکب فیزیکي نه شتون
.په ځینې مواردو کې د جرم نه پېژندل کېدل
.فراملي ځانګړتیاوې
.د ارتکابي جرمونو د کره احسایې نه شتون
...او داسې نور
دریمه وېنا :د سایبري مجرمینو ځانګړ تیا وې
،له سني پلوه د سایبري جرمونو د مرتکبینو کچه ډېره پراخه ده لکه :نوي ځوانان ،زدکړیاالن ،مجرمان
بین المللي تروریستان او داسې نور...د سایبري مجرمانو عمر په اوسط ډول له 11تر ۹1کلونو ښکاروي
او د م ارت او پوهې د کچې لمن یې په بېالبېلو سطحو کې دی .د جرم له بڼې سره تړاو لري .ځینې وختونه
.کمپیوټر او تکنالوژۍ سره روږدوالی )بلد تیا( او ځینې وختونه عالي تحصیالت او کارپوهنې ته اړ تیا لري
:په معمول ډول د سایبري جرمونو مرتکبین په دوه برخو وېشل کېږي
.اتفاقی مرتکبین
.واقعي مرتکبین
الف :اتفاقي مرتکبین
په معمول ډول هغه نوي ځوانان او ځوانان دي چې په بېالبېلو موخو سایبري جر مونه سرته رسوي .د دې
جرمونو ارتکاب د سیستمونو په نیمګړ تیاوو) معایبو(او شبکې یاسیسټم ته د ننوتلو په بڼې پورې اړه لري؛
.نو زکه د کمپیوټرونو په سیسټمونو او شبکو کې امنیتي تدابیر ډېر ګټور دي
14
ب:ریښتوني مرتکبین
م ارت لرونکي افراد دي .کار پوهنه او عالي تحصیالت لري .د مرتکبینو دا ډله باید جدي ونیسو .په یو
تعداد جرایمو کې اصلي موخه د پېسو السته راوړل دي؛ خو نور الملونه لکه غچ اخیستنه ،سرګرمي ،ځان
.ښودنه ،رواني الملونه اوداسې نور ...شتون لري
له همدې کبله د سایبري مجرمانو له یو بل سره د توپیر یو المل د دوی انګېزه ده .هغه څه چې د سایبري
جرمونو د رېښتینو مرتکیبینو په هکله د اهمیت وړ ده دا دی چې د مجرمانو دا ډله په ټولیز ذهنیتونو کې
چندان نامطلوب ځای نه لري .داسې ښکاري چې د نورو مجرمینو په پرتله په ټولنه کې د ځان لپاره ښکلتیا
موندلې ده او بیا سر بېره پر دې چې د یو ق رمان او په ټوله نړی کې د کال تر ټولو لوی مش ور سایبري
مجرم او یا جنایت کونکی وپېژندل شي او نوم یې د ټولو اشخاصو د ژبو پر سر او په رسنیوکې هم انعکاس
.پېدا کړي
ډېری سایبري مجرمین د لوړو تحصیالتو خاوندان وي ،په داسې حال کې چې همدا مجرمین د ډېړ عادي
جرم د ترسره کولو وړتیا هم نه لري؛ یعني د نرم افزارو یو سارق شاید ونشي کولی چې د قلمونو یوه بسته
.هم له یو سوپر مارکېټ څخه سرقت کړي
دا مسله د دې ډول مجرمینو په تعقیب او نیولو کې ډېره اړینه ده؛ ځکه چې د هغوی پلټل په معمول ډول
ډېر ستونزمن دي؛ زکه چې په ډېرې هوښیارۍ اودرایت سره کړنې سرته رسوي .او هغه آثار چې ممکن
د دوی د نیولو المل شي ،له منځه وړي .برسېره پردې د دوي مجازات باید د دوي د ټولنیز موقعیت په
رعایت سره ترسره شې .همدارنګه د دوی ډېری کسان د خپلو شخصي ګټو لپاره لګ سوچ کوي؛ خو له
.یو سیسټم سره په جګړه کېږي
.څلورمه وېنا :دانټر نیټ او کمپیوټري سیسټمونو قابلیت د سایبري جرایمو د وسیلې په عنوان
تکنالوژي او کمپیوټر په وروستیو کلونو کې دټولو تخلفاتو او سایبري جرایمو چې ورپورې اړه لري زېر
بناده .دانټرنیټ په مرسته چې په حقیقت کې د بېن المللي اړیکو تامینولو لپاره له اصلي ابزارو څخه ده .د
تکنالوژې او کمپیوټري جرمونه حد او مرز نه پېژني او د وخت په تېرېدلو سره داطالعاتي تکنالوژې او
.انټرنیټ له پراخوالي سره سایبري جرمونه نوېوال شوي دي
15
الف :دکمپوټر د سیستم قابلیتونه د جرمونو د بستر په عنوان
له پخوا زمانو نه مادي شتمنیوته اقتصادي ارزښت قایل ول ،د کمپیوټر او تکنالوژې له پېدایښت سره
داواقعت چې عېني نا ملموسه اطالعات هم کېدی شي چې اقتصادي ارزښت ولري او داهم ښکاره شوه چې
.کیدلی شي په کمپیوټڼر کې شته اطالعات هم دجرم دارتکاب موضوع وګرزي
له دې کبله د کمپیوټر او کمپیو ټر د سیسټمونو په محیط کې ناملموسه اطالعات او کمپیو ټري برنامې
نسبت هغه ملموسه ټوټو ته چې کمپوټر یې لري ډیر زیات ارزښت لري .کولی شو دکمپیوټر او تکنالوژې
.کړنې په الندې توګه سره ووېشو
د اطالعاتو د تراکم قابلیت :تکنا لوژې دارشیف سیسټمونو دمنځ ته راوړلو او داطالعاتو د ذخیره کولو۸ .
شرایط او امکانات برابر کړي دي .د کمپیوټر حافظې دا توان لري چې په میلیاردونو فایلونه ډېره اغېزه
لري .په مرتبه توګه ،یعنې د نوم ،نېټې ،حجم او نورو ...پر بنسټ په ځان کې ځای کړي .داباعث شوي
چې په بېالبېلو الرو په کمپیوټر کی ذخیره شوو اطالعاتو ته السرسی ،او د کارونکي هره اشتباه په سیسټم
.ډېره اغېزه لري
نو له دې کبله ،که څوک هوډ ولري چې د کمپیوټر په اطالعاتو اود حافظې کړنو کې اختالل )خرابوالې
یا بې نظمي( منځ ته راوړي کولی شي له دې امکاناتو نه په ښه توګه کار واخلي .د هغه وران کارو لپاره
چې د یوسازمان په اطالعاتي شتمنیو د حملې هوډ لري داطالعاتو متمرکزول)راټولول( یو ډېر ښه هدف
.دی
:کمپیوټر د جرمونو د بستر په عنوان۷ -
کمپیوټر د لږ حجم ،ډېرې چټکتیا ،د اطالعاتو د ذخیره کولو وړتیا ،چټکو کړنو ،د بېالبېلو برنامو د پروسس
کولو وړتیا او داسې نورو وړتیاوو لرلو په دلیل چې کولی شو له دې تکنالوژۍ نه دټولو کمپیوټري امکاناتو
د زېر بناپه نوم یاد کړو .کله چې د کمپیوټر تکنالوژی مخابراتي اړیکې او انټرنټ یو ځای شول .نوی پړاو
شروع شو .د انټرنیټ پېدایښت او ورپسې د هغه اړوند جرمونو پېدایښت چې له کمپیوټر او تکنالوژې نه
.یې نشأت کړی دی
ب :د انټرنټ وړتیاوې د جرمونو د بستر په عنوان
انټرنټ په چټکتیاسره د کمپیوټر او اړیکو نړې ته بدلون ورکړی دی .د انټرنټ په برخه کې له بشري
اختراعاتو لکه کمپیوټر ،تیلفون اونورو ...نه په بې ساري توګه کار اخیستل شوې ده او له وړتیاوو یې ګټه
16
،پورته کېږي .اوس م ال داینټرنټ په پاڼو کې سوداګریز موضوعات ،سیاسي ،فرهنګي ،اقتصادي
کتابتونونه ،علمي پاڼې ،فلم ،اخبار ،نرم افزارونه ،لوبې او داسې نور...شتون لري او د کاپۍ اخیستنې
.امکانات لري
په دې ترتیب اینترنټ په تدریجي توګه خپله تکاملي الره تعقیب کړۍ ده .موږ هره ورځ په ټولو برخو کې
،دکمپیوټر د وړتیاوو د مخ پرودې کېدلو شاهدان یو چې له هغې جملې نه کولی شو الکترونیکي سودا ګري
الکترونیکي پستي خدمات ،داطالعاتو تبادله ،د فرهنګوکو تبادله ،اطالعاتوته السرسی اوداسې نورو....ته
اشاره وکړو .چې د مجرمانه افعالو منځ ته راتګ او ناوړه ګټه اخیستنه هره یوه په یورتنیو وړتیاوو کې د
.پام وړ دي
:د پورته موضوعاتو په هکله په الندې ټوګه معلومات وړاندې کېږي
اینټر نټ او سرررروداګري :داینټرنټ له وړتیاوو څخه یوه یې »الکترونیکي سااااوداګري« ده .الکترونیکي۸.
ساوداګري د الکترونیکي وساایلو د مجموعې په کارولو ساره د مشاتر یانو ،تولید کونکو ،د یو ساوداګریز
شاارکت د کارمنانو ،په منځ کې د اړیکو د تامینول ،د سااپارښااتنو پلي کول ،او د پېر اوپلور سااپارښااتنو ته
.ویل کېږي
په دې بنسااټ د انټرنت په ذریعه په الکترونیکي سااوداګرې کې فاصااله اهمیت نه لري .اخیسااتونکې کولی
شاي خپل د خوښاې وړ ساوداګریز توکي او کالي وټاکي او پلو رونکی هم کولی شاي چې په ټوله نړې کې
.مشتري ولري
په دې ځای کې د وخت مف وم له منځه تللی او پېرېدونکی کولی شي دډېر لګ وخت په مصر فولو د څو
ځلې په کلک کولو سره داینټرنټ له الرې دپېر ټول پړاوونه تر سره کړي
اینټر نټ د فرهنګو نو بدلون او داطالعاتو خزانه :اینټرنټ د نړېوالوالو اړیکو یو سیسټم ده .که چېرې۷ .
موږ و غواړو نن کولی شو په څو ثانیوکې د هر هېواد د فرهنګ ،تاریخ ،سیاست ،اقتصاد ،عنعناتو او
.نورو...په هکله معلو مات په الس راوړو موږ ته اینټرنټ دا امکا نات برا بر کړي دي
.انټر نټ او پراخوالی :یو د ا نټرنټ د مزایا وو له جملې نه د هغه پراخوالی ده۳ .
په بل عبارت سره د اینټرنټ له ډېرو لږو مصارفو سره او په اسانه الره او یوازې دتیلفوني اړیکې په
ذریعه شبکې ته داخل شي ځکه کولی شي د خبلې اړتیا وړ اطالعات او معلومات پېدا کړي په داسې حال
17
کې چې بې د اینټرنټ له مرستې ډېر مصرف او ډېر وخت ته اړتیل لیدل کېږي .له بله پلوه د اطالعاتونړۍ
ته له یوې محدودې ثابتې نقطې نه لکه له یوې خونې چاپیالیر نه سل بربره دایڼتر تټ د وړتیاوو ښکارندوینه
کوي .د بېلګې په توګه د نړیوالې شبکې)اینټر نټ( له فضانه کاراخیستونکې د نړۍ له یو ډېرلرې ځای نه
.څو پټنو ته په زور ورکولو سره د نړۍ بلې برخېسره اړیکه ونیسي او خپل مطلب ته ورسېږي
انټر نټ او پست :الکټرونیکي پست د انټرنټ له نورو وړتیاوو څخه ده .د الکترونیکي پستونو له شتون۴ .
سره د نړۍ پستي اړیکو لوی بدلون موندلی ده .په کالسیک ډول د لیک او پېغام پست کول له رواج او
رونق نه لوېدلي دي .نن سره له الکترونیکي پست نه تا سې کولی شې هر پېغام هر حقوقي یا حکمي شخص
ته د نړۍ هر ځای ته له یوې دقیقې نه په لږ وخت کې ولېږۍ .حتی کولی شئ د مناسبتونو هر ډول کارتونه
لکه اختر ،واده ،تحصیل او داسې نور ...یا د خپلې خوښې مضامین له یوې دقیقې نه په لږ وخت کې د نړۍ
.لرې ترین ځای ته واستوئ
انټر نټ او سیاست :اینټر نټ د سیاسي کړنو په برخه کې هم وارد شوی ده .د انټرنت په مرسته کولی۵ .
شو دموکراتیکې کړنې په غېر منتظره ډول اسانه کړو .انټرنټ ته په ډېر السرسي سره او د انټرنټ د
ځانګړو امکاناتو له درلو دلو سره کولی شو ټاکنیز تبلیغات او رایه اخیستنې ته اسانتیا ،لوی والی او پراختیا
.ورکړو
انټرنټ اطالعاتي او جاسوسي جګړه :د اطالعاتی سرچینو له یو اوبل سره مخکې له مخکې اړیکې او۶ .
په ټوله نړۍ کې د کمپیوټري اواینټرنټي شبکو پراخوالی په اطالعاتي سرچینو)منابعو( د حملې لپاره
مرتکبینو ته ډېری امکانات په واک کې ورکوي .اطالعاتي جاسوسان او تروریستان فقط د بټنو له یوې
صفحې او له انټرنټ سره د اړیکو په ذریعه کولی شي .چې په غېر مجاز توګه نظامي سیسټمونو ته دننه
شي اطالعات تر السه او په مقابل طرف یې وپلوري .د بېلګې په توګه کولی شو د فارس د خلیج په جګړه
.کې د امریکا د اردو کمپوټري سیسټمنو ته د نفوذ کولو اشاره وکړو .ماجرا په دې ډول وه چې له 1۸۸1ز
نه تر1۸۸1ز .کال پورې ۵نفره هالنډي نفوذي افراد له 3۱شمېرې سایټ نه د انټرنټ له الرې د امریکا
د اردو سیسټم ته دننه شي .له دې جملې نه هغه مرکزونه چې تر حملې الندې راغلي ول داسې مراکز ول
چې په مستقیم ډول یې د )سپر صحرا او طوفان صحرا( له عملیاتونه مالتړ کاوه .هغو د امریکایې ځواکونو
.دقیق ځای ،د وسلو ډولونه او دامریکایې موشکونو وړتیاوې یې د فارس په خلیج کې الس ته راوړلې
1۹
پنځمه وېنا :د ساېبري مجرمینو انګېزې
.د م ارت ښودل
.تفریح او مشغولتیا
.د پیسو السته راوړل
.د غچ اخیستلو په لټه کې
...او داسې نور
1۸
د لومړي څپرکي پوښتنې
د جزا د کود په مطابق سایبري فضاء تعریف او په مفصله توګه یې په هکله معلومات وړاندې کړئ؟1 .
د جزا د کود په مطابق سایبري جرمونه تعریف ګړئ؟2 .
کمپیوټر تعریف او په هکله یې په بشپړه توګه معلومات ولیکئ؟3 .
د کمپیوټري سیسټمونو په باره کې معلومات ورکړئ؟۱ .
د سپین خولو هکرانو په باره کې معلومات وړاندې کړئ؟۵ .
د فایروال په باره کې خپل معلومات ولیکئ؟۹ .
ویروس تعریف کړئ؟7 .
ادرس څه شی دی تحریر یې کړئ؟ – ۹ .IP
د سایبري جرمونو د مخینې په اړه خپل معلومات ولیکئ؟۸ .
د سایبري جرمونو خصوصیات تحریر کړۍ؟11 .
د سایبري مجرمینو ځانګړتیاوې په نچوړۍ ډول ولیکئ؟11 .
د سایبري مجر مینو انګېزې ولیکئ؟12 .
21
دویم څپرکی
د کمپیوټري اوسایبري جرمونو ډولونه او برخې
لومړی مبحث د کمپیوټري جرمونو ډولونه
د ژوند په بېالبېال برخوکې د تکنالوژۍ له پرمختګ او پراختیا سااااااره ،موږ د کمپیوټري جرمونو د تازه
څپې شاهدان یو .اړینه ده چې کمپیوټري جرمونه په نچوړ ډول معرفي کړو .دا مبحث ۹وېناوې لري چې
اواله ویناا یې کمپیو ټري فریبکااري )تېر ویسااااااتناه( ،دویماه وېناا یې کمپیوټري جعال ،دریماه وېناا یې د
کمپیوټري برنامو زیانونه ،څلورمه کمپیوټري ویجاړول ،پینځمه په غیر مجوز توګه د ساااااامع اسااااااتراق
کول)په پټه غږ اږرېدل( ،شپږمه د کمپیوټري پروګرامونو او برنامو سرقت او تکثیر او اوومه څو رسنیزه
.جرمونه تر مطالعې او بررسې الندې راولو
(لومړۍ وینا :کمپیوټري فرېبکاري)تېروېستنه
.په کمپیوټري فرېبکارۍ کې واردول ،بدلون ورکول ،له منځه وړل یا محو کول او داسې نو ر ...شامل دي
همدارنګه په کمپیوټري برنامو کې بدلون)تغییر( ،د کمپیوټري برنامو له منځه وړل )محوکول( او یا هم د
کمپیوټري برنامو اضافه کول په فرېبکارې کې شمېرل کېږي .په دې ځای کې یې یوې بیلګې ته اشاره
کوو :له پالستیکي کارتونو نه ناوړه ګټه اخیستنه .دا کارتونه په درې برخو وېشل کېږي :چی د ډبیت کارت؛
.کارتو څخه دی ATMکریدیت کارت؛ اود
.په اخیره کښی ویالی شوچه دغال شوی او ورک شوی څخه وروسته حرفوی غله ورنه ګټه اخستلی شی
:هغه نښې نښانې چې ستاسې د هویت او کارت )سرقت( ښکاروي
ـ تاسې د بانک له جانبه داسې پېغام تر السه کوئ چې ستاسې حساب تړل شوی دی چې اصال تاسې د دې1
.خبرې په طمع هېڅ نه یاست
تاسې نه شې کولی چې خپل اکونټ یا حساب ته دننه شۍ2 -
ستاسې کاري چکونه بېرته راګرزي؛ په داسې حال کې چې ډاډه یاست ستاسو په حساب کې پېسې شتون3 -
.لري
21
ـ ممکن تاسې د خپل ارزښت لرونکي کارت د تنظیماتو په برخه کې پېغام فعال کړی وي چې کله ستاسې۱
په حساب کې پیسې ډېرې اویا ورڅخه پېسې اخلئ نو تاسې ته یو پېغام رازي ،وروسته له دې چې ستاسې
هویت یا حساب سرقت کېږي بیا پیغام نه تر السه کوې؛ ځکه چې مخکې له دې چې تاسې له خپل حساب
.نه دهغو غالته پام وکړئ دوي بانک ته مراجعه کوي او دا برخه غېر فعاله کوي
ممکنه ده ستاسې مجازي ملګري داسې پېغامونه تر السه کړي چې ستاسې له خوا د قرض غوښتلو۵ -
اوداسې نورو ...لپاره دوي ته استول شوي وي چې وروسته له څو ورزو یا څو میاشتو هغې ته ستاسې پام
.شي
ممکنه ده دا ټولې نښې په یو دم ښکاره نه شي او ځینې وخت یې صرف څو نښې ښکاره شي .اما ممکنه
،ده هر یو د دې شکمنو نښو ستاسو د هویت د سرقت دلیل وي .که چېرې ستاسې د پېسو بکس ،ټیلفون
ارزښت لرونکي کارتونه ،لب تاپ اوداسې نور ...غال )سرقت( کېږي او یا دا چې چېرته مو ورک کړي
دي هرومرو پولیسو ته اطالع ورکړئ او خپل رمزونه بدل کړئ؛ ځکه په دې ورزو کې ډېری کسان ،خپل
اطالعات ،خپل رمزونه ،او حتی خپل اړین حسابونه د دې لپاره چې هېر یې نه شي د دې یاد شوو دستګاوو
پرمخ ذخیره کوي .او کله چې سارقان هم په سمدستي توګه د هغو رمزونه السته راوړي او د هویت سرقت
تر سره کوي .کار اخیستونکي باید په دې وپوهېږي چې د رمزونو د ساتنې لپاره تر ټولو خه ځای د افرادو
خپل ذهن دی .او د امکان تر حده باید اړین اطالعات او اړین رمزونه د ټیلفون تبلیت او نورو دستګاوو
پر مخ ذخیره نه کړي هرو مرو دا اطالعات خپل ذهن ته وسپارئ په هغه صورت کې چې له دې نښو سره
مخامخ شولې ،زر ترزره د الکټرونیکي جرمونو پر ضد د مبارزې له اړوندی ادارې سره موضوع شریکه
کړ ئ
هغه ډیجیټلي بالقوه مدارک چې د فریب کارې )تېر وېستنې( په برخه کې باید د پام وړ وګرزي په الندې
:ډول دي
.کمپیوټرونه
.تلیفونونه
.د اینټرنټي ادرسونو او نیول شوو اړیکو لیستونه
.مالونه اوثبت شوې شتمنۍ
.د پیغام یا مسنجر اړوند اطالعات
22
دویمه وېنا :کمپیوټري جعل
په کمپوټري بر نامو او اطالعاتو کې تغییر را وستل یا محوه کولو څخه عبارت دی .او په نافذه قوانینو کې
جرم تشریح شوی دی .کمپیوټري جعل په ریښتونې سره د اطالعاتو جعل دی څرنګه چې د اسنادو د جعل
.په برخه کې ارتکابي عمل خپله اغېزه کوي په کمپیوټري جعل کې ارتکابي عمل په اطالعاتو اغېزه کوي
له دې توپیر سره چې کمپیوټر د جعل د ترسره کولو لپاره یوه وسیله د رنګه او کمپیوټري فوتو کاپي
ماشینونو ته د السرسی سره سم د متقلبانه ځای په ځای کول ،بدلون راوستل اویا جعل هم منځ ته راغلی
دی .دا ماشینونه په لوړ کیفیت سره د کاپي اخیستنې ،د اسنادو اصالح اوحتی د اصلي نسخې په نه شتون
.کې یا په نه کارولوسره هم د جعلي اسنادو جوړول امکان لرې
(دریمه وېنا :کمپیوټري برنامو ته تاوان اړول )بدلون او تخریب
دا ډول مجرمانه کړنۍ چې د مستقیم السرسي په ګډون ،کمپیوټري سیسټمونو او یا برنامو ته له جعلي برنامو
لکه ویروس ،کرم او داسې نورو ...نه په ګټې اخیستنې سره کمپیوټري برنامو ته د تاوان رسولو په موخه
د پاکولو ،تاوان رسولو یا ویجاړولو په موخه سرته رسېږي .څرنګه یې چې له تعریف نه ښکاره ده
کمپیوټري برنامو او اطالعاتو باندې د تېري موخه د اطالعاتو ویجاړول دي دا حملې کله په فیزیکي ډول
.د کمپیو ټر په تاسیساتو او کله هم د ویروس او داسې نورو الرو سرته رسېږي
څلورمه وېنا :کمپیوټري ویجاړتیا
له اجازې پرته د کمپیوټري معلوماتو پاکول د کمپیوټري سیسټمونو د مختل کولو په موخه ،په ښکاره توګه
.مجرمانه کړنه بلل کېږي او هغې ته د کمپیو ټري سیسټم ویجاړول یا سبوتاژ ویل کېږي
:دا روپا د تخصصي شورا کمېټه کمپیوټري ویجاړونه په الندې توګه تعریف کړې ده
سبوتاژ یا کمپیوټري ویجاړونه په کمپیوټري برنامو د محو ،بدلون راوستلو یا په کمپیوټري سیسټمونو کې
.مداخله یا د اړیکو له سیسټم سره د کمپیوټر د کړنو د مخنیوي او اختالل د رامنځ ته کولو څخه عبارت دي
23
پینځمه وېنا :په نا قانونه توګه د غږ پټ اورېدل
د غږ پټ اورېدل :د هغه پټو اورېدلو څخه عبارت دي چې په نا حقه توګه د تخنیکي توکو په وسیله د اړیکو
له مخې )اخیستنه او لېږدونه( د یو سیسټم یا کمپیوټري شبکې په حدود کې سر ته ورسېږي .د غږ پټ
.اورېدل د جاسوسۍ وسیله ده چې د کمپیوټري اطالعاتو په ذریعه پوره کېږي
شپږمه وېنا:سرقت او د کمپیوټري برنامو او پرو ګرامونو تکثیر
«داډول مجرمانه کړنه د ملکیت او مالونو پرضد جرایموکې شمېرل کېږي .چې د پستو توکو »نرم افزارو
سرقت په نوم هم یادېږي .عبارت دي له سرقت ،کاپي او له کمپیوټري برنامونه په نا قانونه توګه کار
اخیستنه ده .له کومه ځایه چې د کمپیوټري برنامو د تولید لپاره وخت او پېسې ډېرې زیاتې لګول کېږي؛
نود هغو تکثیر او ورڅخه په ناقانونه توګه کاراخیستنه دهغو قانوني تولید کونکوته د پام وړ اقتصادي
.تاوانونه اړوي
اوومه وېنا :څورسنیزه جرمونه
په لغوي لحاظ » د اواز له ترکیب ،تصااویر اوفلم « ...نه عبارت دي .او په اصااطالح کې له هغې رساانې
څخه عبارت دی چې پورتني څورسااانیزه عناصااار له یوبل ساااره یو ځای کوي او اطالعات له یوبل ساااره
.پېوندوي
دا د هغو کمپوټري او اینټرنټي جرمونو دریم نسااااااال دی چې په مجازي محیط کې د تحقق وړ وي څو
رسانیز جرمونه ،هرډول نا قانونه یا په غېر اخالقي »ممنوعه« توګه د تکنالوژۍ او رسانیو اړیکو څخه د
.ناوړه ګټې اخیستنې په ګډون دي
مجرمانه کړنې یا له اړیکو نه ناوړه کار اخیسااتنه له :د جنسااي تمامیت او اختیار پرضااد ،د عمومي ټیکاو
پر ضد جرمونو)ناقانونه سیاسي او تروریستي کړنۍ( یاد ورزپاڼو او د اینټرنټي شبکو او کمپیوټر د منځني
.اطالعاتو په متنونو کې د بدلون په ګډون دي
24
دویم مبحث :د ساېبري جرمونو ډولونه
غالبا دبېن المللي شبکو په فضاء کې لکه "انټرنټ " په یویشتم قرن کې د کمپیوټري جرمونو نوې څپه چې
منځ ته راغله .دا جرم د سایبري جرم تر عنوان الندې په مجازي چاپېالیر کې مش ور او معروف شو چې
.ټول جرمونه پکې شتون لري .اړینه ده سایبري جرمونه په مختصره توګه معرفي کړو
،دویم مبحث در ویشت وېنا وې لري .اوله وېنا په کمپیوټري سیسټم یا اطالعاتو کې غېر مجاز بدلونونه
دویمه وېنا د کمپیوټري سیسټم ،برنامې یا اطالعاتو غېر مجاز له منځه وړل ،دریمه وېنا د السرسي د رمز
افشأ کول ،څلورمه وېنا غیر مجاز الر نیونه )ممانعت رامنځ ته کول( پینځمه وېنا په جرم کې د ګټې اخیستنې
لپاره د دستګاه جوړول ،برابرول یا ترالسه کول ،شپږمه وېنا الکټرونیکي تزویر ،اوومه وېنا الکترونیکي
فرېبکاري)تېر وېستنه( ،اتمه وېنا ساېبري سرقت ،ن مه وېنا ممنوعه معلوماتي تکنا لوژي ،لسمه وېنا د
اانټرنټ سرقت ،یولسمه وېنا ساېبري تروریزم ،دولسمه وېنا سابیبري جاسوسي ،دیارلسمه وېنا ساېبري
جګړه ،څوارلسمه وېنا د معلوماتو افشأ کول او دهویت له سرقت څخه ناوړه ګټه اخیستنه ،پینځه لسمه وېنا
د عفت او ټولیز اخالقو پورې اړوند جرمونه ،شپاړسمه وېنا د شخصي اسرارو افشأ کول ،اوه لسمه وېنا
ساېبري باج اخیستنه ،اته لسمه وېنا د سایبر په فضاء کې تعصب آمېزه فعالیتونه ،نولسمه وېنا دینونو یا
اسالمي مذهبونو ته سپکاوی ،شلمه وېنا ساېبري جوار ګري)قماربازي( ،یوویشتمه وېنا د جر مي اطالعاتو
وړاندې کول ،دوه ویشتمه وېنا هرزه لیکنه )پورنوګرافي( ،درویشتمه وېنا کې له سیمکارټونونه ناوړه ګټه
.اخیستنه تر بحث اومطالعې الندې رازي
.لومړې وېنا :په کمپیوټري سیسټم ،برنامې یا اطالعاتوکې غېر مجاز بدلونونه
د جزا د کود ۹۵3ماده هغه شخص چې د کمپیوټري سیسټم ،برنامې یا اطالعاتو په اړه په غېر مجاز توګه
.له الندې کړنو څخه یو په موقتي یا دایمي توګه تر سره کړي ،په پورته ذکر شوي جرم مرتکب کېږي
.د کمپیوټري سیستم په کړنه کې د بدلون واردول ،ممانعت یا اخالل1 -
.د کمپیوټري سیستم ،برنامې یا اطالعاتو تولید ،بدلون ،تعدیل یا زیان رسول2 -
.دویمه وېنا :د کمپیوټري سیستم ،برنامې یا اطالعاتو غېر مجاز له منځه وړل
کمپیوټري سیستم ،برنامې یا اطالعاتو د السرسي نه وړ کول ،بې معنا کول ،د ګټې اخیستنې نه وړ3 -
.کول یا غېر فعالول
.د کمپیوټري سیستم ،برنامې یا اطالعاتوته له مجاز السرسي څخه مخنیوی۱ -
25
.په ساتنیز کمپیوټري سیستم ،برنامې یا اطالعاتو کې د بدلون یا تعدیل راوستل۵ -
.په کمپیوټري سیستم ،برنامې یا اطالعاتوکې د ویروس واردول یا خپرول۹ -
.د کمپیوټري شبکې د اتصال په مسیر کې غېر مجاز السرسی7 -
د بشر ژوند نن ورځ له کمپیوټر او اطالعاتوسره تړاو پېداکړی دی او د سیسټمونو اوبرنامو سمه کړنه د
خلکو په ژوند کې اړین رول لري .اطالعاتو او کمپیوټري سیستمونو ته هر ډول تاوان رسول تر جزایي
مالتړ الندې راغلی دی .د افغانستان د جزا د قانون په سیسټم ،برنامه یا کمپیوټري اطالعاتو کې پورتني 7
ګونې کړنې د ناقانونه بدلونونو په عنوان وړاندوینه کړې ده چې شاید د دې جرمونو لپاره ،د سیستمونو
کړنو کې اخالل او د کمپیوټري اطالعاتو اوبرنامو په کړنو کې اخالل مناسب عنوان وي .د دې جرایمو
په سرته رسولو سره سیستمونه او برنامې نه ویجاړېږي بلکې د هغو کړنې په دوام لرونکي یا موقته توګه
.مختل کېږي یا له کار نه لوېږي
دویمه وېنا :د کمپیوټري سیستم ،برنامې یا اطالعاتو غېر مجاز له منځه وړل
د جزا د کود ۹۵۱ماده) 1) :هغه شخص چې د بل کس کمپیوټري سیستم ،برنامه یا اطالعات په غېر مجاز
،توګه په داسې ډول ویجاړ ،حذف یا خنثی کړي چې په مادي یا معنوي زیان تمام شي
د جزا په حقوقو کې په کالسیکه توګه له منځه وړل د ویجاړولو ،نابودولو او ورانولو په معنا ده چې البته
.قانون جوړونکي د تخریب )ویجاړ( له اصطالح نه کار اخیستی دی چې په تعریف کې یې ویل شوي دي
چې د کمپیوټري اطالعاتو او یا برنامې له منځه وړل هم د مف وم له لوري له سنتي مف وم نه لرې نه ده .په
دې توپیر چې د اطالعاتو او برنامې له منځه وړل د سایبر په نړې کې سرته رسېږي .قانون جوړونکي په
سایبر چاپېالیر کې له برنامو او اطالعاتو نه په مالتړ په ځانګړې توګه دې برخه کې د دې جرم په پېژندلوکې
ځانګړی اقدام تر سره کړی دی او هغه کړنې چې په سایبر چاپېالیر کې د دې برنامو اواطالعاتو د له
منځه وړلو المل شي جرم ګڼل کېږي او ډېرشدید مجازات ورته په پام کې نیولي دي .په ریښتونې سره د
برنامو د له منځه وړلو جرم د اطالعاتو او کمپیوټري برنامو د سالمتې پرضد جرم دی چې قانون جوړونکي
.د هغو په مالتړ الس پورې کړی دی
البته ځینې وخت له منځه وړل ،په اطالعاتو او برنامو پورې اړوند نه دي ،بلکه د کمپیوټري دستګاه په
کارکولو پورې اړه لري؛ یعنې د کمپیوټري سیستم کړنه په مخاطره کې لوېږي او د قانون جوړونکي موخه
26
دکمپیوټري سیستم له سالمتیا نه مالتړ ده .د دې حالت مف وم په عمدي توګه د کمپیوټر په سم کارکولو کې
.د ناکارۍ )ناتوانۍ( منځ ته راوستل دي
دریمه وېنا :د السرسي د رمز افشاء کول
د ننوتلو د رمز موندل او اطالعاتو ته د السرسي لپاره نو ر وسایل کولی شي د نو رو جرمونو د سرته
رسولو لپاره لکه اطالعاتو یا د اشخاصو خصوصي معلوماتو ته السرسی یا د نور جرایمو سرته رسول
لکه د الکټرونیکي یا خصوصي اطالعاتو سرقت لومړنې منشأ وي .د دې عمل جرم پېژندنه په ریښتونې
.توګه د هغو جرمونو خنثی کول دي چې له دې الرې کولی شي ترسره شي
د جزأ د کود ۹۵۵ماده :که چېرې یو شخص د السرسي رمز) پاسورد یا کود( یا د کمپیوټري سیستم د
.برنامې یا اطالعاتو د تر السه کولو نو ر وسایل په نا قانونه توګه افشاء کړي
(څلورمه وېنا :غېر مجاز الرنیونه ) د ممانعت رامنځته کول
د دې جرم مرتکب له یوې ځانګړې تخنیکي برنامې نه د ګټې اخیستنې له الرې د بل کمپیوټري سیستم نه
د اطالعاتو د لېږد خنډ شي یوه څرګنده بېلګه یې دا دی چې یو څوک د دې مخنیوی وکړي چې نور خلک
د دې سایټ له محتواوو نه برخه من شي او په اصطالح هغه فلټرکړي .په داسې حال کې فلټرکول د بیان
.د ازادۍ د حق د په پام کې نیولو سره د دولت د صالحیتونو له جملې څخه دی
د جزا د کود ۹۵۹ماده :هغه شخص چې له تخنیکي وسایلو څخه په ګټې اخیستنې سره د خپل ځان یا د بل
،شخص لپاره د ګټې د تر السه کولو یا بل ته د زیان رسولو په موخه ،له الندې کړنو څخه یو ترسره کړي
.د غېر مجاز الرنیونې مرتکب کېږي
له کمپوټري سیستم څخه بل کمپیوټري سیستم ته د کمپیوټري اطالعاتو د لېږد یاپه عېن کمپیوټري سیسټم1 -
.کې له یوه ځای څخه بل ځای ته د هغو له لېږد څخه مخنیوی
ـ له هغه کمپیوټري سیستم څخه د الکترو مقناطیسي له استولو مخنیوی چې د دې مادې د )) 1فقرې په 21
جز کې درج شوي اطالعات لیږدوي .انټرنټي الرنیونه په تأسف سره یو د هغو جرمونو له جملې څخه دی
چې په کثرت سره منځ ته رازي .د جرم په حیث د دې کړنې د پېژندنې المل ،د اشخاصو د اطالعاتو له
لېږدولو څخه مالتړ دی .د انټرنټي الرنیونې جرم کېدالی شي د بېالبېلو موخو لپاره لکه د منافعواو یا د
.پېسو السته راوړل او یاهم نورو ته د تاوان رسولو په موخه وي
27
پینځمه وېنا :په جرم کې د ګټې اخیستنې لپاره د دستګاه جوړول ،برابرول یا تر السه کول
،د جزا د کود ۹۵7ماده :هغه شخص چې به غېر مجاز توګه له الندې د ستګاوو څخه یوه تولید ،وارد
:وساتي ،براره ،ووېشي ،خپره ،وپېري یا هغه وپلوري یایې د پلورلو په موخه عرضه کړي
هغه دستګاه یا کمپیوټري برنامه چې په دې څپرکي کې د درج شوو جرمونو څخه د یوه د ارتکاب په1 -
.موخه جوړه شوې ده
رمز )پسورد یاکود( یا ورته اطالعات چې د هغه په واسطه ټول کمپیوټري سیستم یا یوه برخه یې د2 -
.السرسي وړ ګرځي
د ساېبري جرایمو د ترسره کیدو څخه د مخنیوئ لپاره یې ځانګړې کړنې د جرم په حېث پېژندلي دي په
حقیقت کی قانون جوړونکي غوښتي دي ترڅو د یو جرم لپاره خنډ پېدا کړي ،ځکه دغه کړنې چې په دې
جرم کې درج دي په خپل نفس کې ګواښونکې او د ټولنې ضد نه دي؛ خو دا کړنې د سایبري جرمونو د
ترسره کولو لپاره الره جوړونکي دي .د دې لپاره چې قانون جوړونکی له وروستي جرم نه مخنیوی وکړي
.دې کړنې ته یې جرم ویلی دی
شپږمه وېنا :الکترونیکي تزویر
د جزا د کود )) ۹۵۹ماده هغه شخص چې د کمپیوټري سیستم اصلي یا واقعي اطالعات په مزورانه ډول
.تولید ،تغییر ،تبدیل ،حذف یا خنثی کړي ،د الکترونیکي تزویر د جرم مرتکب کېږي
الکترونیکي تزویر د کمپیوټري اطالعاتو د صحت پر ضد جرم شمېرل کېږي لکه غېر الکترونیکي تزویر
چې په اسنادو د افرادو د نه باور المل ګرزي ،الکترونیکي تزویر هم د اسنادو او کمپیوټري اطالعاتو
صحت مخدوشوي او خلک ور باندې بې باوره کوي .او په حقیقت کې د سایبري فضاء امنیت په خطر کې
لوېږي .نن ورځ ډېری راکړې ورکړې او د وجوهو بدلونه ،پېسې اعتبارونه ،د ورځ پاڼو او پېښو ویل
دالکترونیکي کارتو نو ،اطالعاتو او کمپیوټري سیسټمونو په وسیله صورت مومي چې که افراد ورباندې
.بې باوره شي ،نور به په ټولنه کې د کمپیوټري سیسټمونو له الرې معامله شتون ونه لري
د کالسیک تزویر په تعریف کې ،ویل شوي دي :تزویر د لیکنو او یا نورو شیانو جوړول چې د حقیقت
خالف او د نورو په زیان .چې د جوړولو مف وم د کلي او جزیی څخه دی؛ نو له همدې کبله د تزویر اصلي
.رکن ،تقلب او د حقیقت تغییر دی
2۹
الکترونیکي تزویر هم د مف وم په لحاظ د کالسیک تزویر نه لرې نه ده د سایبري جرمونو د کنواسیون 7
ماده د جرم پېژندنې په برخه کې د سایبري جرمونو د کمپیوټري تزویر په هکله داسې لیکي " ،په کنوانسیون
کې د ګډونکو هر یو هیواد باید د داسې تغییر ،حذف یا عمدي ودرول د اطالعاتو له حق نه پ غېر د ویلو
او پو هېدلو وړ وي یا نه وي د جرم په حېث وپېژني.قوانینو او مقرراتو په وضع کولو اقدام وکړي چې د
خپلو داخلي حقوقو داړتیا په بنسټ ،د اطالعاتو هرډول واردول ،تغییر ،حذف یا عمدي ودرول او د
.اطالعاتو د حق په نه لرلو سره چې د ویلو وړ وي او یا نه وي جرم یې وپېژني
اومه وېنا :الکترونیکي فرېبکاري
د جزا د کود ۹۵۸ماده :هغه شخص چې د خپل ځا ن اویا بل شخص لپاره د منفعت د تر السه کولو او یا
بل ته د زیان اړولو په موخه په فرېبکارانه توګه ،له الندې اعمالو څخه د یوه مرتکب شي د الکترو نیکي
.فرېبکارې د جرم مرتکب پېژندل کېږي
.کمپیوټري سیستم یا کمپیوټري برنامې یا اطالعاتو ته السرسی1 -
.کمپیوټري برنامې یا اطالعاتوته د ننه کېدل ،بدلول ،حذف ،یاتولید2 -
.د کمپیوټري سیستم په کړنه کې مداخله ،ممانعت ،اخالل یا انسداد3 -
کمپیوټري سیسټم ،دستګاه یا د ذخیره کولو وسیلې ته د اطالعاتو یا برنامې کاپي کول ،انتقال یا لېږل د۱ -
هغې وسیلې په استثنأ چې په هغو کې ثبت شوي دي یا په عېن کمپیوټري سیستم ،دستګاه یا ذخېره کولو
.وسیلې کې بل موقعیت ته د اطالعاتو یا بر نامې انتقال یا لېږل
د هغه کمپیوټرې سیستم له اطالعاتو یا برنامې څخه ګټه اخیستنه یا د اطالعاتو یا برنامې ب ر کول چې۵ -
.په هغو کې ثبت شوي دي
فریب کاري د مالکیت او اموالو په ضد یو له م مو جرایمو څخه دی چې له هغه نه د شلم قرن د بحران تر
عنوان الندې یادونه شوې ده .د اموالو د فرېب ورکونې کالسیکه موضوع عېني او ملموسه ده او نسبت نا
،ملموسه او اعتباري اموالو ته جاري نه ده له بلې خوا د افرادو په ژوند کې د کمپیوټر او تکنالوژۍ پراختیا
د ساېبر په فضا کې په مال تعرض او د څېښتن له تصرف نه یې ښکل منځ ته راغلي دي چې د دې کړنو
مجازات د کالسیکې فریب کارۍ په مرسته شتون نه درلود؛ په دې ترتیب اړینه وه تر څو قانون جوړونکې
.د خلکو د مالي حقوقو لپاره دسایبر په فضا کې هم په تدبیرونو سوچ وکړي
2۸
د کمپیوټري فریب کارۍ جرم د کمپیوټري مالي جرمونو یو ریښتونی دلیل شمېرل کېږي .اما باید دا په پام
کې ونیسو چې د کمپیوټر په وسیله هرډول فریب ورکونه ،لزوما فرېب کاري نه نومول کېږي ،ځکه چې
مجرمین له کمپیوټر نه هم د فرېبکارې د کالسیکې فریبکارۍ او کمپیوټري فریبکارۍ د وسیلې په توګه کار
.اخلي
په بل عبارت سره :کمپیو ټر له دوه خواوو د دې جرم په سر ته رسولو کې رول لري .یو دا چې له کمپوټر
څخه کار اخیستل کېږي تر څو یې په مرسته کالسیکه فریبکاري تر سره کړي په دې صورت چې مرتکب
د کمپیو ټر له الرې د تقلب وسایلو سره وسل کېږي او نو رو ته فرېب ورکوي او مال یې وړي .دلته د
کمپیوټر دنده یوازې د جرم د ارتکاب وسیله ده؛ خو د مرتکب د کارولو وړ وسایل د فرد په فرېب ورکولو
کې د کمپیوټر په مرسته دي .بل رول دا دی چې د کمپیوټري فریبکارۍ لپاره شخص له کمپیوټر څخه کار
اخلي په دې توګه چې مرتکب له نا روا الرې په کمپوټري اطالعاتو یا د کمپیوټرونو د کړنو له الرې ،د
.بل مال وړي یا له مالي خدمتونو ب ره مند کېږي ،دا جرم د کمپیوټري فریبکارۍ په نوم یادېږي
د کالسیکې او الکتروني فرېبکارۍ تر منځ توپیر
لومړی :دا چې کالسیکه فرېبکاري د مجني علیه په اغفال)غافلولو -تېروېستنې( سره سرته رسېږي په داسې
حال کې چې په کمپیوټري ګرفتارۍ کې مر تکب د شخص د اغفال او فرېب نه پرته یوازې کمپیو ټري
اطالعاتو ته د ناروا الرې نه په ګټې اخیستنې سره یا د کمپیوټري سیستم په کارولو سره د مجني علیه مال
.وړي او په دې جرم کې د فرېب عنصر ورک دی
دویم :داچې په کالسیکه فرېبکارې کې چون شخص فرېب خوړلی ،ځکه په خپل رضایت او خبرتیا سره
.خپل مال مرتکب ته ورکوي ،خو په کمپیوټري فرېبکارۍ کې مجني علیه مجرم ته مال نه ورکوي
ن ایتا دا چې په کالسیکه فرېب ورکونه کې د تقلب وسایل په یو انسان چې دعقل اوشعور خاوند دی کارول
کېږي چې هغه ته فرېب ورکړي .خو په کمپیوټري فریبکارۍ کې دا وسایل په یو سیستم او کمپیوټري
.سیستم باندې سرته رسېږي
دبېلګې په توګه :الکترونیکي فرېبکاري په الکترونیکي سوداګرې کې منځ ته رازي .شخص په نا مالومه
ځای کې بېن المللي شبکې لکه انټرنټ ته له ننوتلوسره او خپل ځان په یو سودا ګریز سایټ کې د یو
سوداګراو د یومعتبره شرکت مالک په صفت معرفي کولو سره د یوجعلي الکترونیکي تجارت د مجوز په
ښکارولو سره ادعا کوي چې جنس په یوه معین قیمت سره په یو ځانګړي تعداد په خپل اختیار کې لري او
31
مشتریانوته د عرضې وړ ده او له بلې خوا هغه اخیستونکي چې د شبکو په فضاء کې په الکترونیکي
سوداګرې بوخت دي د پېغام د ترالسه کولو وروسته ،د اړیکو د تامینولو لپاره د ایمیل په وسیله د نظر وړ
جنسونو د پېرېدلو وړاندیز کوي .پلورونکی شخص د مقابل لوري د باور د تر السه کولو وروسته خپله
بانکي شمېره یا کرېډټ کارت اعالنوي
.او پېرېدونکی د جنسونو تر السه کولو ته په طمع دی
اتمه وېنا :ساېبري سرقت
یو له هغه جرمونونه چې نن ورځ په چټکۍ سره د ودې په حال کې دی او حقیقي اوحکمي اشخاصو ته د
وي ډېراقتصادي تاوان د رسولو سبب ش
،دي ساېبري سرقت دی .د دې جرم د ترسره کولو تګالره ،ماهرانه
.زیرکانه او په عېن کال کې د متضرر لپاره له خطر نه ډکه او د مرتکب لپاره مصونه وي
سایبري سرقتونه په بېالبېلو تګالرو سر ته رسېږي .ممکنه ده د پېسو سرقت له یوه بانکي حساب نه بل
بانکي حساب ته ،د متضرر شخص د حساب په نوم د متاع او خدمتونو پېرېدنه او یا په نوروتګالرو سر
ته ورسېږي .څومره چې نن ورځ د تکنالوژۍ پرمختګ په بېالبېلو برخوکې لکه د افرادو او شرکتونوپه
اقتصادي معاملو کې اسانتیاوې منځ ته راوړي دي او د دوي معامالتو ته د چټکتیا ورکولو سبب شوې ده
.په عېن زمان کې په هماغه کچه هغوی ته د اقتصادي ګواښونو د منځ ته راتګ المل هم ګرزېدلی ده
سارقین په ساده ګۍ د بانکي یا د افرادو د کرېډټ کارتونو اودېبټ کارتونو پټو مالوماتو په السته راوړلو
سره ،کولی شي د هغو د شتمنیو په سرقت الس پورې کړي .ساېبري غالوې یوازې د ارزښتونو غال ته
محدودې نه دي او په ډېری وختونو کې د مالوماتو او هم د معنوی مالکیت د سرقت سبب کېږي .سارقین
د شرکت د پټو او اړینو مالوماتو په السته راوړلو او باالخره د هغوی په نو ر سوداګریزو رقیبانو او ذي
.عالقه افرادو باندې د پلور له الرې ډېرې پېسې السته راوړي
کالسیک سرقت سره د ساېبري سرقت ورته والی او توپیر
سایبري او کالسیک سرقتونه له یوبل سره ورته والی او توپیرونه هم لري .دا چې د دواړو سرقتونو
موضوع د نو روافرادو د ارزښت ناکه مالونو اوشتمنیوغالکول دي اود دواړو جرمونو مجرمانه کړنې د
.نو رو د مالونو سرقت دی په هره تګالره چې وي ،دا د دې دواړو په منځ کې ورته والی ګڼل کېږي
د توپیر په برخه کې ،د دې دواړو سرقتونو ترمنځ اړین ترین توپیر په دې کې دی چې ساېبري سرقت
یوازې د ساېبر په فضاکې کولی شي سرته ورسېږي او د ساېبر له فضا پرته کوم مف وم نه لري .په دې
31
.جرم کې مرتکب د سیستم یا کمپیوټري برنامو په کارولو سره د خلکو د مالونو په سرقت الس پورې کوي
په داسې حال کې چې کالسیک سرقت په غېر ساېبري فضاء کې سر ته رسېږي او په هغه کې د تکنالوژۍ
.له وسایلو کار نه اخیستل کېږي ،لکه په شپه کې د یوشخص کورته ننوتل او د هغه د نغدو پېسو غالکول
د نور د مالو نو د غال په موخه د تکنالوژۍ له وسایلو نه ګټه اخیستنه د ساېبري غالوو اړینه برخه شمېرل
.کېږي .په داسې حال کې چې په کالسیکه غال کې په هېڅ صورت له دې وسایلو نه کار نه اخیستل کېږي
.لومړۍ بېلګه :صفي د الف بانک کارکونکی دی .د ډیر وخت لپاره یې په دې بانک کې خدمت کړی دی
صفي د کمپیوټر ساینس له پوهنځي نه فارع دی او په همدې دلیل ،په دې وروستیو کلونو کې په دې بانک
کې د کمپیوټري شبکې مسولیت په غاړه لري .صفي چې د ډېرو پېسو د السته راوړلو او په ب رکې د
پانګونې هوډ لري ،د یوې برنامې په نسبولو سره چې خپله یې جوړه کړې ده د الف بانک په یوې څانګه
کې یې د 21111په حدود د بانک مشتریان تر موخې الندې راوستي او له نصب شوې برنامې نه په کار
.اخیستلوسره ،په هر کال کې 3ځله ۵امریکایي ډالر د دوی له بانکي حساب نه خپل بانکي حساب ته لېږدوي
.د دې کړنې په سرته رسولو سره صفي عاید 311111امریکایې ډالروته رسېږي
دویمه بېلګه :ظفر د هغه انټرنټي سیستم په کارولوسره چې پخپله یې منځ ته راوړی دی او د افرادو د
فیسبوکي حسابونو په تعقیبولوسره ،دې پایلې ته رسېږي چې دوی څه ته عالقه لري .وروسته د دوی د
ایمیل د ځانګړ تیاوو په موندلو سره د فیسبوک له ټولنیزي پاڼې نه او هغو ته د یو معین او غېر واقعي لینک
په لېږدولو سره د هغه شرکتونو په نوم چې خلک عالقه لري ورته ځانګړی تخفیف لېږي .په لېنک کې د
تخفیف د السته راوړلو لپاره باید افراد د هغه دېبت اوکرېدت کارتونو په هکله چې تل ورباندې پېرېدنه
کوي مالومات ورکړي .د دې مالوماتو له السته راوړلو وروسته ظفر د دې خلکو له کارتونو کار اخلي او
په انالین توګه له هېواد نه ب ر د الکترونیکي وسایلو په پېرېدلو الس پورې کوي او بېرته هغه د دویم ځل
.لپاره پلوري او د خرڅالو پېسې په خپل حساب کې ځای په ځای کوي
:نهمه وېنا :ممنوعه مالوماتي تکنالوژي ۱۶۸ماده دجزا کود
که چیری شخص دسیم باکس اونورو ورته وسایلوپه شمول ممنوعه مخابراتی اومعلوماتی تکنالوژی 1
وسایل اوتج زات وارد کری په حیازت کی ولری یاد هغو په واسطه دخدمتونو په عرضه کولو الس پوری
کری؛ د مخابراتی خدمتونو دتنظم په قانون کی د درج شوی نغدی جریمی پرورکری بر سیره ؛ په متوسط
.حبس؛ هم محکومیږی
32
که چیری ددی مادی په )) 1فقره کی په درج شوو احوالوکی دکورنی اوب رنی امنیت پر وراندی د 2
جرمونو په ارتکاب کی له ممنوعه معلوماتی تکنالوژی څخه اخیستل شوی وی؛ د هغه پواسطه دخدمتونو
وارد کوونکی؛ حیازت کوونکی او عرضه کوونکی؛ په طویل حبس چی له لسو کلونو څخه لږ نه وی
.محکومیږی
معروف ممنوعه توکي
سیم باکس
د سمعې د استراق وسیله
.د اړیکو د موندلو سیستم او جمر دي
لسمه وېنا :د انڼرنټ سرقت
ماده د کود جزا :هغه شخص چی په غیر قانونی پوری اروند دانترنت دګټی اخیستنی امایاز سرقت ۹۹ 2
.غال( کری ؛ د سرقت شوی د ارزښت دوه برابره په نغدی جزا محکومیږی)
د انټرنټ سرقت :د هغه انټرنټ کارول چې امتیاز یې بل شخص پورې تعلق ولري .د انټرنټ سرقت ګڼل
کېږي .نن ورځ انټرنټ د افرادو په ورځني ژوند کې یو له اړینو اړتیاو څخه دی .د انټرنټ څخه کار
اخیستنه که د ټولنیزو شبکو کارول وي ،له ویبسایټونو نه د معلوماتو السته راوړل وي اویاهم د معلوماتو
نقل او لېږدونه ورځ تر بله مخ په ډېرېدو ده .مخابراتي شااارکتونه هم خپلو مشاااتریانو ته انټرنټي خدمتونه
په بېالبېلو ډولونو وړاندې کوي .کله داخدمتونه د لېن لرونکو سایمونو په وسایله لکه د افغان تلکام شارکت
خدمتونه ،کله هم د سااایمکارتونو له دېتاوو نه ګټه اخیساااتنه لکه د ډېری مخابراتي شااابکو انټرنټي بېسااایمه
خدمات اوکله هم د یوزرنیم په کارولو د انټرنټ د امتیاز اخیسااتل لکه د افغان بېسایم د ساوپر Gیا 3G 4
.وای فای په څېر صورت مومي
د بېلګې په توګه :یو شخص د خپل ګاونډي د وای فای د رمز په سرقتولو سره چې د یوې شبکې 11
جېبي انټرنټ یې د یوې میاشتې لپاره فعال کړی دی دهغه ۵جې بي انټر نت مصرفوي .په دې صورت
.کې تاوان هغه چاته رسېدلی ده چې د 11جې بي انټرنټ د کارولو امتیاز یې پېرېدلی ده
33
یولسمه وېنا :ساېبري تروریزم
ماده د جزا کود :هغه شخص چی د کمپیوتری برنامی یا اطالعاتو له سیستم څخه په ګټی اخیستنی ۹۹ 3
.سره سم؛ پدی قانون کی د درج شوی تروریستی جومونو مرتکب شی؛ په جزا محکومیږی
،نن ورځ ساېبري تروریزم یو پېچلی ساېبري جرم دی چې ځینې وختونه د خلکو له خوا په انفرادي توګه
په بېال بېلو دالیلو لکه یوې معینې ایډیا لوژۍ پوري تړاو او کله هم تروریستي ډلې خپلو موخو ته د رسېدو
.لپاره د ابزاروپه عنوان سر ته رسوي
د دې جرمونو د سرته رسولو لپاره له انټرنټ او کمپیوټري اطالعاتونه ګټه اخیستنه ،د انټرنټ د منځ ته
راتللو سره یوځای وه ،خو د ترویستي جرمونو د سرته رسولو بڼې له هغه وخت نه تر اوسه ډېر توپیر
کړی دی .تروریستان د کمپوټري اطالعاتونه په ګټه اخیستنې سره ،بېالبېل تروریستي جرمونه تر سره
کوي چې م مترین یې له دې جملې څخه کولی شو د زدکړییزو توکو لکه د چاودېدونکو توکو د برابرولو
تګالره ،د تروریزم تمویل او په زیر بناوو باندې له یرغل څخه نوم واخلو .سایبري تروریزم کولی شي په
.بېالبېلو تکالرو سره سرته ورسېږي
د هغو ښکاره بېلګه له انټرنټ څخه په ګټې اخسیتنې سره په امریکا د سپټمبر د یولسمې نیټې د یرغل
چمتو والی دی .چې په هغې کې تروریستانو د انټرنټ په کارولو سره د ایمیلونو په تبادلې الس پورې کړی
وو .په همدې توګه په 2113کال کې د شمالي امریکا یو تبعې له انټرنټ څځه په ګټه اخیستنې سره د
چاودېدونکو توکو د جوړولو د څرنګوالي د معلوماتو په خپرولو سره د خپلو هم فکرانو څخه غوښتي
ترڅو په دې هېوادونو کې د یرغلونو د ترسره کولو لپاره الس په کا ر شي .وروسته تثبیتېږي چې نوموړی
په هغه هېواد کې د یوې تروریستي شبکې فعال غړی دی او د دې ډلې د ویبساېټونو نه یو ویبسایټ هم
پرمخ وړي .ساېبری تروریزم خینې پېښې ساده وي .د ارتکاب ډول یې په اسانه توګه تشخیصېګي او د
مخنیوي لپاره یې کړنه هم اغېزمنه وي .د بېلګې په توګه :که یو فرد یواځې د ایډیالوژیکې تړاو له کبله او
یا داچې یو د تروریستي ډلو له اعضاوو څخه وي ،د په الس کې شته شبکې نه په ګټه اخیستنې سره ،لکه
فېسبوک په مخربو پېغامونو الس پورې کوي او د یو ډول چاودېدونکو توکو د جوړولو په هکله مطالب
.خپروي .دا جرم د ساېبري تروریزم له ساده وو جرمونو څخه دی
34
دولسمه وېنا :ساېبري جاسوسي
انټرنټي جاسوسي د ساېبري جرمونو له جملې څخه یو بل جرم دی چې د هېوادونو ملي امنیت له ګواښ
سره مخ کوي .هېواد ته خیانت اوجاسوسي کولی شي دساېبر به فضا کې تر سره شي .دا ساېبري جرم د
السرسي په بڼه یا د دولتي اړینو معلوماتو په ډاګه کول چې بې له ګمارل شوي شخص نه بل څوګ د هغو
د السرسي صالحیت نه لري ،تر سره کېدای شي .د دې جرم د مالوماتو موضوع د یوهېواد سیاسي ،نظامي
دفاعي او امنیتي اسرار دي او دې مالوماتو ته د بل چا السرسې د یو هېواد ملي امنیت ته جبران نه ،
منونکي تاوانونه اړولی شي .د یادونې وړ ده چې د جاسوسې او هېوواد ته دخیانت کړنې چې د ساېبر په
فضاء کې ترسره کېږي ،یو دي ،خو هغه څه چې د ا دواړه جرمونه سره جال کوي د مرتکب شخص تابعت
دی .په هغه صورت کې چې داکړنې د ب رني هېواد د تبعې اویاهم د بې تابعته شخص له خوا تر سره
.شي ،جاسوسي شمېرل کېږي
دیارلسمه وېنا :ساېبري جګړه
د ساېبري جګړې اصطالح له 2117کال د استونیا په دولتي ادارو اوسوداګریزو ن ادونو تر یرغل و
.روسته او همدارنګه په جورجیا کې د 211۹کال څخه وروسته معمول شوه
د ساېبري جګړې په وضعیت د پوهېدلو لپاره نه واحده اصطالح کارول شوې ده او نه هم په دې هکله کوم
،واحد تعریف شتون لري .معمولي اصطالحات چې په دې برخه کې کارول شوي دي لکه مالوماتي جګړه
ا هم په دې باره کې متعدد تعریفونه الکترونیکي جګړه ،انټرنټي جګړه او مالوماتي عملیات دي .اصطالح
بیان شوي دي .په عام تعریف کې ساېبري جګړه هرډول الکترونیکي جګړې ته ویل کېږي چې په هغې
.کې اصلي او استراتېژیکه موخه د معلوماتو فتح یا ویجاړول دي
څوارلسمه وېنا :د مالوماتو افشاء کول او له هویت نه ناوړه ګټه اخیستنه
د جزا د کود ۹۹۹ماده :هغه شخص چې له قانوني مجوز پرته او د زیان د رامنځته کېدو په موخه د بل
شخص د هویت )پېژندګلوۍ( مالومات چې هغوته السرسې لري یا هغه یې له نورو الرو څخه السته راوړي
وي ،د ناوړه نېت په لرلو سره د ساېبر په فضاء کې افشاء کړي د مالوماتو د افشاء کولو او له هویت نه د
.ناوړه ګټې اخیستنې جرم مرتکب شوی دی
قانون جوړونکي د دې کړنو د جرم په پېژندلو کې د ساېبر په فضاء کې د شخص د هویت له مالوماتو
څخه مال تړ کړی دی د شخص د هویت مالومات د هغو مالوماتو څخه عبارت دي چې د شخص د هویت
35
ځانګړ تیاوې تشکیلوي او د هغو په وسیله په ځانګړې توګه په ساېبري فضاء کې پېژندل کېږي .کېدلی شي
دا مالومات هغه د اړتیا وړ مالومات وي چې آنالین حساب ته د ننوتلو او له کرېډت کارت او دېبت کارت
نه د کار اخیستنې لپاره د اړتیا وړ مالومات وي لکه شمېره ،کود )پسورد( او د هغه امنیتي پرله پسې شمېره
وي ،او یاهم کولی شي د شخص د هغه ځانګړتیاوو په ګډون وي چې شخص د هغو په وسیله په دولتي
ادارو کې پېژندل کېږي لکه د هغه د تي آی شمېره چې د شخص ټول مالیاتي مالومات په هماغه یو حساب
چې شتون لري .له دې مالوماتو نه د مالتړ ارزښت په دې کې دی چې په ځانګړې توګه په ساېبري فضاء
.کې د شخص د هویت مالومات د شخص د پېژند ګلوۍ معیار دی
د بېلګې په توګه :د فېسبوک حساب ته د ننوتلو د نوم او پتې رمز او یا د شخص ټویټر د شخص د مالوماتو
له جملې څخه دي ،کله چې شخص وغواړي حساب ته دننه شي د هغو په واسطه پېژند ل کېږي .د فرد
د پېژند ګلوې معیار په هر یو حساب کې همدا دهویت مالومات دي .نه هغه څوګ چې د کمپیوټر تر شا
ناست دی .نو هر څوک چې دا مالومات السته راوړي ،کولی شي په ساېبري فضاء کې له دې مالوماتو نه
د ګټې د السته راوړلو او یا افرادوته د تاوان رسولو په موخه ترې کار واخلي ،د بېلګې په توګه په هغه
صورت کې چې فرد د یو شخص د کرېډټ کارت پورې اړوند مالومات خپاره کړي هر شخص چې هغه
.السته راوړي له هغو نه په ګټې اخیستنې سره کولی شي له بازار نه آنالین پېرېدنه تر سره کړي
پینځه لسمه وېنا :دعفت او عمومي اخالقو پر وړاندې جرمونه
د جزا د کود ۹۹7ماده :هغه شخص چې د کمپیوټر یا مخابراتي سیستم په وسیله غېر اخالقي یا غېر
اسالمي موضوعات تولید ،واستوي ،خپاره ،ووېشي یا وپلوري یا پلورلو ته عرضه کړي یا د استولو
یاخپرولو یا سوداګرۍ په قصد تولید ،زېرمه یا وساتي د عفت اوعمومي اخالقو پر وړاندې د جرم مرتکب
.ګڼل کېږي
د نن ورځې کمپیوټري او مخابروي توکي په بېالبېلو برخو کې کارول کېږي .متأسفانه د دې مواردو له
جملې څخه یو یې د پیغامونو ،تصوېرونو ،غېر اخالقي او غېر اسالمي فلمونو د خپرولو په برخه کې
ناوړه کارونه ده .د دې وسایلو د اسانتیاوو د لرلو په دلیل ،له دې وسایلو نه د تولید ،لېږلو ،خپرولو لپاره
ګټه اخیستنه ډېره ساده وي .بر سېره پر دې د ا نټرنټ کارونې هر یو له دې مواردو ساده کړی دی او نه
باورونکي اسانتیاوې یې په دې برخه کې منځ ته راوړي دي ،د همدې دلیل په توګه ،یو له هغو اسانتیاوو
چې په دې برخه کې د کمپیوټر اومخابرو کارول منځ ته راوړي په یقیني توګه په یوه وخت کې د ډېرو
36
کسانو په دې ډول مالوماتو خپرول دي .همدا رنګه د ساېبر په فضاء کې د دې ډول کړنې کنټرول اومخنیوی
.له هغه ډول کړنو نه په مراتبو مشکل دی ،کومې چې د ساېبر له فضاء پرته تر سره کېږي
.د یادونې وړده چې د دې کړنو د مخنیوي په پار ټولنیزو شبکو ځانګړي پروسیجرونه منځ ته راوړي دي
ځینې د اخالق ضد موضوعاتو په سانسورونې الس پورې کوي او ځینې هم د هغو د خپرولو لپاره قواعد
ځانګړي کړي دي .خو سره له دې هم په دې ماده کې یادې محرمانه کړنې په کثرت سره منځ ته رازي
.او د هغو مخنیوی ډېر ناشونی کاردی
شپاړسمه وېنا :د شخصي اسرارو افشاء کول
د جزا د کود ۹۹۹ماده :هغه شخص چې د کمپیوټري یا مخابراتي سیستم په وسیله د بل خصوصي غږ یا
انځور یا فلم د نوموړي له رضایت او علم پرته د ساېبر په فضا کې ښکاره کړي یایې د نورو په السرسې
کې ورکړي په داسې ډول چې د مادي یا معنوي زیان )ضرر( په را منځ ته کېدو تمام شي یا د نوموړي د
.حېثېت د حتک موجب شي .د شخصي اسرارو د افشاء کولو په جرم مجرم پېژندل کېږي
د هغه فلم ،تصویر یا د افرادو غږ خپرول چې د دوی په خصوصي حریم کې شامل وي او د هغو د شخصي
اسرارو بیانونکی وي .ځینې وخت مادي تاوان او په ډېری وختونو کې افرادوته معنوي تاوان اړوي .په
ځینې مواردوکې له داسې فلمونو او تصاویرو چې په هغه کې خصوصي اسرار نغښتي وي په بېالبېلو
ډولونو باج اخیستنه صورت مومي ،له دې کبله د افرادو د ځانګړي حریم څخه مالتړ او د هغوی د فردي
.اسرارو د خپرولو او افشاء کولوڅخه د مالتړ لپاره د ځینو تدبیرونو نیول اړین دي
اوه لسمه وېنا :ساېبري باج اخیستنه
د جزا د کود ۹۹۸ماده :هغه شخص چې له کمپیوټري سیستم ،برنامې یا اطالعاتو څخه په ګټې اخیستنې
سره ،په ساېبر فضاء کې د بل خصوصي غږ یا انځور یا فلم السته راوړي او شخص د ساېبر په فضاء کې
.د هغه په خپرولو د منفعت د اخیستلو په مقابل کې وګواښي ،د ساېبري باج اخیستنې څخه عبارت دی
په کومه کچه چې غېر ساېبري باج اخیستنه ګواښونکې ده په هماغه کچه ساېبري باج اخیستنه هم د اندېښنې
وړ او له کواښ نه ډکه ده په ځینې مواردو کې ساېبري باج اخیستنه حتی تر غېر ساېبري باج اخیستنې
ګواښونکې ده .ځکه چې د نورو اشخاصو ځانګړي د حریم اطالعاتوته السرسې ته په ساېبري فضاء کې
ساده او اسانه ښکارېږي .په ورته وخت کې د دې جرم سر ته رسول په ساېبر فضاء کې د مجرم لپاره له
.غېرساېبري باج اخیستنې نه مصئونه ده
37
همدارنګه د خصوصي اطالعاتو د خپرولو زیان په ساېبري فضاء کې په مراتبو سره ډېر دی او له دې کار
.سره ګواښول د جرم د احوالو په پام کې نیولو سره د باج اخیستنې له نورو ډولونو نه ډېر اغېزمن دی
اتلسمه وېنا :د ساېبر په فضاء کې تعصب آمېزه فعالیتونه
بو له هغه رواني ناروغېو چې بشري ټولنه ترې رنځ وړي ،د تعصباتو ډولونو ته لمن وحل دي .د دې
موضوع ډېر والي ته په پام سره ،دا یوازې په وروسته پاتې ټولنو پورې محدوده نه ده حتی پر مخ تللې
ټولنې هم له دې سره الس او ګرېوان دي .په داسې حال کې چې د دې عمل سرته رسول د نړۍ په ټولو
هېوادونو کې په یوه یابله بڼه شتون لري ،په وروسته پاتې تولنو کې او په ځانګړې توګه په هغه هېوادونو
کې چې د سواد کچه ټیټه وي او د ټول مننې فرهنګ هم کم زوری وي ،نسبت هغو هېداونوته چې په دې
.ستونزوکې لتاړ نه وي ډېری تاوانونه منځ ته راوړي
د جزا د کود ۹71ماده :که چېرې شخص له کمپیوټري یا انټرنټي وسایلو څخه په ګټه اخیستنې سره ،د
،غږیزې )صوتي( ،انځوري پیتې )نوار( یا لیکنې په خپرولو سره په ساېبر فضاء کې قومي ،مذهبي ،دیني
.ژبنیز یا سمتي تعصبونو ته په ټولنه کې لمن ووهي ،دا د ساېبر په فضاء کې تعصب آمېزه کړنې دي
په ساېبري فضاء کې د تعصب آمېزه کړنو پر ضد د مبارزې ارزښت له هغه پلوه دی چې له یوې خوا دا
کړنه پراخه ا و تولیزه ده او مر تکب په عېن زمان کې کولی شي ډېرکسان په لږ وخت کې په اسانۍ سره
.مخاطب وګرزوي او له بله پلوه ،د هغه کنټرول او مخنیوی ډېر ستونرمن او تقریبا له امکان نه لرې دی
نولسمه وېنا :دینونو یا اسالمي مذاهبو ته سپکاوی
دین اومذهب د افرادوله شخصي لیدلورو څخه دی اوقانون د انسان دا د فکر تګالرې د درناوي وړ بللي
دي او هغه ته درناوی یې د ټولنې په نورو افرادو هم اړین بللی دی .د افغانستان اساسي قانون هم په
دویمه ماده کې د ین اومذهب ته د درناوي په هکله داسې په ډا ګه کړې ده" د افغانستان د اسالمي جم وریت
(دین ،د اسالم مقدس دین دی .او د نورو ادیانو پېروان د خپلو د ینونو له پېروې او دیني رسم رواج)مراسمو
.په سرته رسولو کې د قانون د احکامو په حدود کې خپلواک دي
د جزا د کود ۹71ماده :هغه شخص چې د ساېبر په فضاء کې له کمپیوټري سیستم ،برنامې یا اطالعاتو
څخه په ګټې اخیستنې سره ،په هېواد کې شته دینونو او یا اسالمي مذهبونو ته سپکاوی وکړي ،ادیانو ته د
.سپکاوي په جرم محکومېږي
3۹
(شلمه وېنا :ساېبري جوار ګري)قماربازي
.په ډېرې خواشینې سره یو له هغه کړنوڅخه چې ډېری بشري ټولنې ترې رنځ وړي ،د جوارګرې کړنه ده
ډېری هېوادونه په ځانګړې توګه اسالمي هېوادونو د دې کړنې د مخنیوي لپاره دا کړنه جرم بللی ده .جوار
ګري که په هر ډول وي د مرتکب د مال او وخت د زیان المل کېږي او بېالبېلو ډولونو سره د ټولنیز ژوند
او د افرادو اړیکې په منفي توګه تر اغېزې الندې راولي .د همدې زیانونو په پام کې نیولو سره د جزا د
.کود له ۹۸1ـــ ۹۸3موادو پورې دې کړنې ته ځانګړي ک ړي دي
،خوپه تأسف سره چې نن ورځ د تکنالوژۍ پرمختګ د مثبتو او ارزښت لرونکو اړخونو په درلودلوسره
مجرمینو ته هم یو سلسله جرمي کړنې ساده او پراخه کړي دي .یوله دې جملې څخه د مالوماتي تکنالوژۍ
څخه د ډول ډول جوارګرې د سرته رسولو لپاره ګټه اخیستنه ده ،څرنګه چې تکنا لوژۍ د دې جرم ارتکاب
،اسانه کړی دی .په ډېرو مواردوکې هغه افراد چې د جوارګرۍ له یو ځانګړې کړنې سره اشنایې ونه لري
د دې ډول جوارګرۍ وړاندې شوې برنامې په لومړیو کې ډېرې ساده طرحه شوي دي او دویم دا چې
ډېرې تجربې او کاملې اشنایې ته اړتیا نه لري ،ځکه د کړنې جریان اود هغو شمېرنې په اتوماتیکه توګه
.پخپله د برنامې په واسطه سرته رسېږي
په ضمن کې دا ډول برنامې ډېری م ال زدکړیز پړاونه لري چې د برنامو لومړني کارونه کار کونکي
ته بیانوي ،په همدې السرسي کې وي .حتی په هغه هېوادونو کې چې د جوارګرۍ لپاره ځانګړی ځای
شتون نه لري او یا افراد د ډار له وجې هغه ځای ته نه ورزي ،د اډول د جوارګرۍ برنامې حتی شاید په
کور اوکاري دفترونو کې هم ورته مساعدې وي .انټرنټي جوارګرۍ په دې کچه پراخه شوي دي چې نن
ورځ په ځینې هېوادونو کې چې جوارګري قانوني دي ،ویبساېټونه جوړ او په کړنو یې الس پورې کوي
چې کار اخیستونکي ته اجازه ورکوي په بېالبېلو ډولونو جوارګري وګړي .ځینې وختونه دا ویبساېټونه
آنالین قمار خونې لري او کله هم کاراخیستونکو ته اجازه ورکوي چې په بېالبېلو سپورټي لوبو باندې لکه
فوټبال ،کریکټ ،رزمي لوبې او نورو باندې شرطونه وتړي .د دې ویبسایټونو بنسټیزه ستونزه په دې کې
ده چې هر فرد په هر هېواد کې د دې په پام کې نیولو څخه پرته چې د جوارګرۍ کړنه په هغه هېواد کې
.قانوني ده اوکه نه کولی شي ورته السرسی ولري
3۸
یو ویشتمه ماده :د جرمي اطالعاتو وړاندې کول
له ساېبري فضا څخه ګټه اخیستنه په مستقیمه توګه د جرم په ارتکاب پورې محدوده نه ده ،افراد کولی شي
د سایبر فضاء په کارولو سره جرمي مالومات له نورو افرادوسره شریک کړي ،د بېلګې په توګه :یوفرد د
یوشخص د هویت مالومات په اختیار کې ولري او هغه د کار اخیسنتې لپاره او د شخص سیستم ته د ننوتلو
.لپاره بل شخص ته ورکړي
د ساېبر په فضاء کې د اطالعاتو د شریکولو جرم ډېری په هغه مواردوکې صورت مومي چې جرم د
.سیسټم یا برنامې پرضد سرته رسېدلی وي یا سیسټم ،برنامه یا اطالعات د جرم د سرته رسولو وسیله وي
لکه دا چې یوکس بل یوه ته د ساېبر فضاء له الرې د کرېډټ کارت ،د ننوتلو رمز اوپرله پسې شمېره
ورکړي .ترڅوله هغه نه په ګټه اخیستنې سره دویم کس د ساېبري سرقت د جرم مرتکب شي .خو د جرمي
الزاما ساېبري جرمونو پورې محدوده نه ده .د بېلګې په توګه که یو فرد د ساېبري فضاء اطالعاتوشریکول
په کارولوسره له یوې جنایت کونکې ډلې سره د یو ې سیمې نقشه شریکه کړي او وروسته هغه ډله په دې
سیمه کې د یو تعداد جرمونو په ترسره کولو پېل وکړي .شخص په دې ماده کې د شامل جرم تر سره
.کونکی ګڼل کېږي
د جزا دکود ۹73ماده :هغه شخص چې د جرم دارتکاب په موخه ،په غېر مجاز توګه ،د ساېبرله فضاء
.څخه په ګټې اخیستنې سره ،دجرم فاعل یا شریک ته اطالعات وړاندې کړي د جرم معاون پېژندل کېږي
(دوه ویشتمه وېنا :هرزه لیکنه ) پورنوګرافي
له هرزه لیکنې یو واحد تعریف وړاندې کړل یو ستونزمن کاردی ځکه چې هرزه لیکنې د ټولنو او هېوادونو
،له لیدلورو سره توپیر لري .هغه څه چې یو هېواد کي په یو تصویر کې )پورنو کرافیکه( محتوی لري
دبېلګې په توګه شمېرل کېږي او د هغه په اړه غبرګون شتون لري ،په بل هېواد کې داسې نه وي او د هغو
.په اړه کوم شدید غبرګون شتون نه لري او چندان د سانسور وړ نه شمېرل کېږي
هرزه لیکنه کېدای شي د ساېبر په فضاء او یا د ساېبر له فضانه ب ر سرته ورسېږي .یوه زشته کړنه ده او
جرم لیکنې ته اړتیا لري ،اما د قانون لیکونکي ډېر پام د بېالبېالو دالیلو په لرلو سره ساېبري پورنو ګرافۍ
ته دی .پورنو ګرافي نسبت غېر ساېبري فضاء ته په ساېبري فضاء کې په ډېرې اسانې سره د السرسي وړ
.ده
41
او د عرضه کوونکي لپا ره هم ساېبري فضاء یو پراخ او د زمان اومکان له پلوه نا محدوده بازار وړاندې
کوي ساېبري فضاء دواړو خواوو ته ) عرضه کوونکی او متقاضي( ته د غېر مجازي فضاء نه مصؤونه
.دی
د بېلګې په توګه :د ماشومانو او یا ښځینه وو لپاره؛ خو دا محدودیت په ساېبري فضاء کې شتون نه لري
او غوښتونکی د دې په نظر کې نیولو پرته چې څوک او کوم ځانګړي قشر یا ډلې پورې تړاو لري ،کوالی
.شي هغو ته السرسې ومومي
درویشتمه وېنا :له سیم کارت څخه نا قانونه ګټه اخیستنه
په همدې دلیل د اړیکو د شمېروله ثبتولو سره سره هم ،کشفي اود پلټنې ارګانونه ونه شو کوالی چې د
مجرمانو رېښتوني هویتونه پېدا کړي او په همدې توګه نشي کوالی چې اصلي مرتکب وپېژني او هغه و
نیسي .د جزا کود د دې کړنو د مخنیوي لپاره او همدا رنګه په دې ډاډ چې سیمکارت په نا قانونه توګه یا
په نا ثبت شوې توګه ونه وېشل شي او د دې لپاره چې هغه نا وړه ګټه اخیستنه له منځه الړه شي ،د مجازاتو
.قانون وضع کړی او په دې برخه کې یې د اجرائي ضمانتونو وړاند ګېرنه کړې ده
د سیمکارتونو په نا قانونه توګه وېشل او له نا ثبت شوي سیمکارتونو نه ګټه اخیستنه زموږ د هېواد د
مخابراتي شرکتونو یوله بنسټیزو ستونزو څخه دي .په تأسف سره یو ډېر تعداد جرمونه چې په یوه یا بله
بڼه په هغو کې سیمکارټونه کارول کېږي ،لکه کواښ ،اختطاف ،د مخدرو توکو او انسان قاچاق ،د کورني
اوب رني امنیت پر وړاندې جرمونه او داسې نور جرمونوکې ،مجرمین هغه سیمکارتونه کاروي چې په
.قانوني توګه ثبت شوي نه وي
41
دریم مبحث :د کمپیوټري او ساېبري جرمونو طبقه بندي
له خوا پېل شوې له OECDد کمپیوټري جرمونو په باب کې د جزا دحقوقو لومړني پراختیایې هڅې ،د
کمېټه د کمپیوټر سره اړوند اقتصادي جرمونو د OECDڅخه تر۸1۹۵کال پورې یوه ځانګړې د 1 ۸۹ 3
.مبارزې لپاره د ممکنو الرو په څېړنې د بېن ا لمللي قوانینو په همغږې کې بوخت شوه
د 1۸۹۵په سپتامبر کې دې کمېټې ،عضوو هېوادونو ته الرښوونه وکړه چې د کمپیوټر پورې اړوند د
ناوړه ګټه اخیستنې په برخه کې د اګاهانه کړنو په باره کې هغه محدوده چې باید جرم وپېژندل شي او د
.جزایې قوانینو تر چتر الندې راشي تر نظر الندې ونیسي
پورتنی مبحث درې وېناوې لري .په لومړۍ وېنا کې د سیمې او بېن الملل په اسنادو کې د ساېیري
جرمونو د طبقه بندې په اړه ،په دویمه وېنا کې د انټرپول له لوري د کمپیوټري جرمونو طبقه بندي او
همدارنګه په دریمه وېنا کې د ساېبري جرمونو طبقه بندي د سودا پست په کنوانسیون کې تر مطالعې الندې
.راولو
لومړۍ وېنا :په سیمه ایز او بېن المللي اسنادوکې د ساېبري جرمونو طبقه بندي
.الف :د اقتصادي همکارۍ او پراخوالي سازمان طبقه بندي
د اقتصادي پراخولي او همکاریو سازمان یوله لومړنیو ن ادونو څخه دی چې په جدي توګه یې کمپیوټر
پورې اړوند جرمونه تر خپل کاري دستور الندې نیولي دي اوپه رېښتونې توګه یې د کمپیوټري جرمونو
.لومړنی نوم لړ په الندې توګه وړاندې کړی دی
ننوتل ،بدلون ،پاکول یا د کمپیوټري برنامو ودرول چې په ارادي توګه او د نا قانونه وجوه او یا هر د1 .
.ارزښت وړ شي د لېږدولو په موخه سرته رسېږي
ننوتل ،بدلون راوستل ،پاکول یا د هغو کمپیوټرونو د برنامو ودرول چې په عمدي بڼه او یا د جعل د2 .
.ترسره کولو په موخه سرته رسېږي
ننوتل ،بدلول ،یا د هغو کمپیوټرونو د برنامو ودرول یا د کمپیوټرونو په سیستمونو کې هر ډول بله3 .
مداخله چې په عمدي توګه د دې په موخه چې د کمپیوټرونو د کړنو اویا اړیکو له سیستم نه مخنیوی
.وکړي
د محافظه شوو کمپیوټرونو د انحصاري حقوقو د مالکیت په برنامو د سودا ګریزې ګټې اخیستنې په۱ .
.موخه تېری او د دې برنامو بازار ته وړاندې کول
42
په اګاهانه او د مسؤل فرد د مجوز د تر السه کولو پرته د کمپیوټرونو یا اړیکو یو سیسټم ته السرسی۵ .
.یا اورېدل ،چې د امنیتي تدابېرو نه په تخطې او یا په نا شرافتمندانه موخه صورت مومي السرسی
دویمه وېنا :د انټرپول پولیسو له لوري د ساېبري جرمونو طبقه بندي
:الف – ناقانونه السرسې
.نفوذ یا ناقانونه السرسی
.نا قانونه اورېدنه
.د کمپیوټر د وخت سرقت
ب -کمپوټري ویجاړونه د الندې مواردو په ګډون
.د کلک توکو)سخت افزارو( ویجاړونه
.د پستوتوکو)نرم افزارو( ویجاړونه
:ج -د نورو کمپوټري جرمونو په ګډون
(.د سوداګریزو اسرارو سرقت )د سوداګریزو اسرارو افشاء ،لېږدونه ،او ترې ګټه اخیستنه
.د ماشوم د هرزه لیکنې ذخیره کول او خپرول
.د تعقیب وړ نور محتویات اومطلبونه
دریمه وېنا :د بو دا پست په کنوانسیون کې د ساېبري جرمونو طبقه بندي
د ساېبري جرمونو کنوانسیون د .2111ز کال د سپتامبر د میاشتې په 23نېټه د مجارستان په بوداپست کې
د اروپا د شورا ،امریکا ،جاپان ،کاناډا او جنوبي افریقا د ګډون کونکو له خوا السلیک شو چې اوس م ال
د کمپیوټري جرمونو په برخه کې ډېرمعتبر سند دی .د اروپا د شورا د ساېبري جرمونو د کنوانسیون د
ادعا په مطابق ،د ملګرو ملتونو سازمان د کنوانسیون طرحه د نورو هېوادونو لپاره هم ده .د سایبري
،جرمونو اصطالح هغه جرمونو ته ویل کېږي چې په هغه مجازي فضاء کې چې انټرنټ یې منځ ته راوړي
.سرته رسېږي .په ځانګړې توګه ،د کمپیوټري جرمونو دریم نسل یې ساېبري جرمونه نومولي دي
.فریبکاری مرتبط با کمپیوتر
:په دې کنوانسیون کې د ساېبري جرمونو ډولونه په الندې توګه دي
الف :د محرمیت پرضد جرمونه ،په ټوله کې اطالعاتو او د کمپیوټر سیستمونو ته السرسی ،د الندې مواردو
:په ګدون
43
.نا قانونه السرسی او ناقانونه اورېدنه
.په اطالعاتو کې اخالل
.په سیسټم کې اخالل
.له د ستګاه او وسایلونه ناوړه ګټه اخیستنه
:ب :کمپوټر پورې اړوند جرمونه
.کمپیوټر پورې اړوند جعل
.کمپوټرپورې اړوند تېر ویستنه
:ج :په محتوا پورې اړوند جرمونه
.ماشومانوته اړوند د هرزه لیکنې جرمونه
:د :د خپرولو پر حق د تېري پورې اړوند جرونه
.د مولف د حق د نقضولو جرمونه
.د مولف حقوقو ته اړوند د نقض جرمونه
هـ :د ملګروملتونو د سازمان په ټولیزه پرېکړه لیک کې د کمپیوټري جرمونو ډولونه
د کالم په نچوړ کې کمپیوټري جرمونه په یو مجازي غېر فیزیکي دیجتال چاپېالیر کې د جرم د مرتکب
له حضور نه پرته سرته رسېږي ،چې کمپیوټري برخې او کمپوټر پورې اړونده تکنالوژي یې د بستر په
عنوان الره برابروي او انټرنټ د اطالعاتو د تبادلې د لویې الرې د بېن المللي شبکې په توګه د مخابراتو
.د سپوږمکۍ په مرسته ساېبر چاپېالیر ته د السري توکي دي
44
د دویم څپرکي پوښتنې
د کمپیوټري فرېب ورکونې په هکله خپل مالومات ولیکئ؟1 .
هغه نښې نښانې چې ستاسې د هویت ورکېدل څرګندوي کوم دي وې لیکئ؟2 .
د کمپیوټري جعل په اړه خپل مالومات ولیکئ؟3 .
د سمعې د استراق په اړه خپل مالومات ولیکئ؟۱ .
د څو رسنیزه جرمونو په اړه خپل مالومات ولیکئ؟۵ .
د سایبري جرمونو ډولونه په مختصره توګه تحریر کړئ؟۹ .
د جزا د کود په مطابق الکترونیکي تزویر تعریف کړئ؟7 .
د کالسیکې تېروېستنې او الکترونیکي تېرویستنې د توپیر په هکله خپل مالومات وړاندې کړئ؟۹ .
د ساېبري غال) سرقت په اړه خپل مالومات وړاندې کړئ؟. 3د ساېبري اوکالسیک سرقت ترمنځ11 .
توپیر او ورته والی ولیکئ؟
د هرزه لیکنې )پورنوګرافۍ( جرمونو په اړه خپل مالومات ولیکئ؟11 .
د سیمې او بېن المللي اسنادو پورې اړوند د سایبري جرومنو د طبقه بندۍ په اړه مالومات وړاندې12 .
کړئ؟
45
دریم څپرکی
د سایبري جر مونو پرضد د مبارزې تګالرې ،د سایبري امنیت توکي او وسایل
ېره پر مسبتو ځانګړتیاوو ،اصوال یې ځینې په ټوله کې د علم پرمختګ او د تکنالوژۍ پراخوالی برس
ستونزې او کړاونه هم له ځانه سره لرل .په هماغه توګه چې د کمپیوټر تکنالوژۍ او اړیکو ،اسانتیاوې ،د
افرادو تر منځ اړیکې او د بشري ټولنې ډیرې اړتیاوې یې پوره کړي دي او په هره برخه کې یې اسانتیا
او ارامتیا منځ ته راوړې ده ،له بل پلوه یې د ناوړه ګټې اخیستنې الره د مجرمو افرادو لپاره هواره کړې
ده .د جزا په حقوقو او جنایې سیاست کې لکه د نورو علومو په څېر او د حقوقو د علم د نورو څانګو په
څېر یې د جرایمو په قالب کې نوي مسایل منځ ته راغلي دي چې پېژندنه ،او د دې نویو جرمونو د ټولګي
تعریف او تجزیې ،د مخنیوي الرې چارې او د سرته رسولو د الرو محدودول او د مبارزې الرې له
.وړاندې وکتل شي
له پورتني توضیحاتوسره دا څپرکی دوه مبحثه لري .په لومړي مبحث کې له ساېبري جرمونو سره د
مبارزې د تګالرو په اړه او د ساېبري جرمونو د ټولنیز مخنیوي د تګالرو په هکله او په دویم مبحث کې
.به د ساېبري امنیت د ابزارو او وسایلو په اړه بحث وکړو
لومړی مبحث :دساېبري جرمونو پرضد تګالرې
دا مبحث دوه وېناوې لري .لومړۍ وینا له ساېبري جرمونو سره د مبارزې د تګالرو په باره کې ده او په
.دویمه وېنا کې به د ساېبري جرمونو د ټولنیز مخنیو ي په اړه بحث وکړو
لومړۍ وېنا :د سایبري جرمونو پرضد د مبارزې تګالرې
د دې تګالرو د تدوین او اغېزمنو کړنو لپاره باید ابتدایي لوستنې سرته ورسېږي .له دې جملې څخه اړینې
لوستنې ،د هویت پېژندنه او د ساېبري مجرمینو ځانګړتیاوې د هغوی د انګېزو پر بنسټ او همدا رنګه ،د
هویت پېژندل او د ساېبري متضررینو ځانګړتیاوې او د دوی د ګواښ مننې د کچې د خواوو او اړخونو
مالومول ،د مخنیوي لپاره د زدکړو د کچو او څېر ،د پایلو له السته راوړلو وروسته کوالی شو د اجرا وړ
.او اغېزمنو تګالرو وړاندیز وکړو
46
:هغه تګالرې چې ساېبري مجرمین له هغو نه ګټه اخلي په الندی ډول دی
کوئ ستاسې) )okله الرې تاسې ته وېروس درلېږي اوکله یې چې تاسې) )book faceهکران د1-
.فایلونه کار نه کوي او حتی له منځه زي
له انټرنټ څخه د کار اخیستنې پر م ال هکر یو جوړ شوی جعلي سایټ دویم شخص ته لېږي .د بېلګې په
یا رمز غوښتنه کوي کله چې موږ مقابل شخص ونه پېژنو چې څوک) )passwrdتوګه :له تاسې نه د
یا زموږ رمز هکر پیدا کړي او زموږ ټول معلومات) )passwprdدی؟ ور وې لېږو په هغه صورت کې
.په الس راوړي
کوو رالېږل شوی ایمیل) )okرالېږي او کله چې موږ خپل ایمیل) )emailهمدا راز هکران موږ ته2-
.چې ټول په وېروسونو ککړ ده زموږ کمپیوټر او ټول فایلونه له منځه وړي
په ځینې وختو نو کې موږ خپل کارونه سر ته رسوو ،خو له موږ نه کمپیوټر روښانه پاتې کېږي او3 -
.په الس راوړي او زموږ ټول مالومات زموږ له کمپیوټر نه السته راوړي) )passwprdهکرونه زموږ
د السته راوړلو لپاره له خپل فکر او حدس) )passwprdسارقین د رمز یا د اشخاصو د کمپوټرونو د۱ -
نه کار اخلي او کله چې د کمپیوټر څخه کار اخیستونکي په خپل کمپیوټر کې رمز جوړوي باید په الندني
:ترکیب سره یې تنظیم کړي
.د الفبا د تورو په واسطه
.د شمېرې یا اعدادو په واسطه
.د سمبولو نو اود کمپیوټر د کیبورد د بټنو په وسیله یې تنظیم کړي
په ځینې پر مخ تللو هېوادونو کې کله چې د ښونځیو او پوهنتونونو نجونې اوهلکان د انټرنت له الرې۵ -
یو بل ته په لیکلو او لېږلو بوخت وي هکران د هغه مخفي کمرو په مرسته چې هلته یې نصب کړي دي د
هغوي رمزونه اخلي او په هغوی پورې اړوند مالومات په الس راوړي او همدا رنګه د نجونو تصویرونه
هم السته راوړي او د فوتو شاپ او نو رو پروګرامونو له الرې په بربنډه توګه تنظیموي او بېرته یې هغوی
ته ور استوي او ترېنه د پېسو غوښتنه هم کوي او ورته ګواښ کوي چې که موږ ته پېسې را ونه لېږې
.ستاسې تصویرونه به په بربنډه توګه د انټرنټ له الرې په مجازي فضاء کې خپاره کړو
47
دویمه وېنا :د ساېبري جرمونو پرضد ټولنیز مخنیوی
زموږ د ټولنې د ځوان نسل برسېره ،ټولې ټولنې په دې توانېدلي دي چې له ساېبري فضاء سره ډېرښه
تعامل ولري .تېر نسل خپل کارونه په فېزیکي نړۍ کې سر ته رسول او اوس یې هم لزومي نه ګڼي چې له
نوې فضاء سره انس ونیسي .نننی نسل له همدې فضاء سره لوی شوی او له هماغه ابتدأ نه یې چې هرڅه
په خپل چاپېالیر کې لیدلي دي ساېبري څېره او بوی یې درلودلی دی .دا وضیعت ډار او امېدونه هم له زان
سره لري .له یوه لوري ،کولی شو هیله مند واوسو چې نوی نسل په هڅه کې دی چې هر څومره ژر د
یوه ټول عیاره اطالعاتي ټولنې چې د دې فضاء په اصولو اوقواعدو برابره وي په همت الس پورې کړي
او له بله پلوه باید هغوی د دې فضاء له ګواښونو او تاوانونو نه خبر کړو تر څو د هغه په مبتال کېدو
برعکس پایله منځ ته را نه شي .دا اړین امر د ساېبري فضاء د بېالبېلو برخو مقاماتو په غاړه دي تر څو
د ټولنیز مخنیوي د کارپوهانو ،د اصولو اوضوابطو د مخنیوي پر بنسټ ،په دې نا پېژنده فضاء کي د
.انرژۍ نه د ډکو ځوانانو او نویو ځوانانو له مجرمینو او متضررینو نه مخنیوی وکړي
د هغو د اجرا وړ تګالرو او وړاندیزونو په دوام د هغو ماشومانو په باره کې چې تربیتي او زدکړیز
.مسولین تر موخې الندې نیسي په اجمالي توګه بررسي کېږي
الف :د والدېنو کړنۍ
لومړنی چاپېالیر چې د مخنیوي په برخه کې خپله پاملرنه جلبوي؛ کورنۍ او والدېن دي .زکه چې کوالی
شي په لومړیو کې الرښوونې او الزمې زدکړې اوالدونو ته لېږدوي او هغوی له ګواښونو او همدارنګه د
.ساېبري فضاء له مزایا او مطلوبیتونو سره روږدي کړي ،ترډېره حده کوالی شي ګټور وي
د بېلګې په توګه د والدېنو زدکړیزې برنامې چې اوالدونه یې له انټرنټ څخه کار اخلي ،کوالی شي د دې
.برخو لرونکي وي
.د مسؤلیت مننې د حس منځ ته راوړل
له انټرنټ څخه د کار اخیستنې پر م ال د سالمو ګزینو د ټاکنې وړتیا ) په بله وېنا ،له انټرنت څخه
(.د سمې کار اخیستنې تګالره
د هغه محتوا په هکله چې باید وې ګورئ او د هغو د عواقبو د کموالي لپاره په ځای او مناسبه
.پرېکړه
4۹
ب :د همزولو تدبیرونه
بر سېره پر والدېنو ،مربیان او د اوالدونو نو ر زدکړیز او تربېتي مسولین له هغو نورو اړینو الملونو څخه
دي چې کوالی شي د ماشومانو د شخصیت جوړونې او له ساېبري فضاء څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې
اړین رول ولوبوي.؛ اوالدونه او د هغوي په شا او خواکې تر دوي نور لویان دي .چې البته هغوي ته هم
.شاید د داسې مسؤلیتونو سپارل ګټور وي
تجربې جوته کړې ده له دې اشخاصو څخه کاراخیستنه د ماشومانو د جرمونو اونورو ټولنیزو انحرافاتو
په کنټرول کې ،له هغې جملې څخه د مخدرو توکو کارونه ،له ښونځي څخه تېښته او داسې نور ...کې
بریالې ده .په حقیقت کې دا افراد چې کېدالی شي زدکړیاالن ،ګاونډیان یا ترټولو ب تره ،مشران خوېندې
ورونه وي ،برسېره پردې چې وړو ته دانټرنټ څخه په خه توګه کار اخیستنه ور زده کوي ،دهغوي تېر
وتنو ته به هم پام نیسي تر څو چې زدکړه وکړي .اصالحي تذکرات کوالی شي د هغوي له بیا ارتکاب
.څخه مخنیوی وکړي
ج :له انټرنټ څخه د ښه کاراخیستنې تدبیرونه
د ماشومانو لپاره له انټرنټ نه د ښې کار اخیستنې زدکړه د یوې الزامي کړنې په اډانه کې ،د هر درسي
مبحث لپاره ،له مناسبو سایټونو څخه لړ لیک جوړ او په یوتقریبي متناسب م لت کې له زده کونکو وغواړي
چې دې ټولو سایټونو ته مراجعه وکړي او درسي اړوند مطلبونه مطالعه او استخراج کړي .زده کونکي
به په دې توګه نا سالمو محتواووته د السرسي فرصت ونه مومي .د دې تګالرې ټولیز توب ،د ماشومانو
لپاره د سالمې او زدکړیزې محتوا په برابرولو پورې اړه لري .په دې توګه زده کونکي کافي فرصت نه
لري تر څو خپل زان په ناسالمې محتوا بوخت کړي .کوالی شو دا تګالره د زدکړې د حساسو مسایلو لپاره
.ور څخه نوم واخلو
د بېلګې په توګه :د جنسي سالم تیا د زدکړې بنسټیز کول؛ داتګالره د دې المل کېږي چې متشبس ماشومان
په ناسمو او ګمراه کونکو اطالعاتو پسې نه زي .په زدکړیزو برنامو کې فعالې الکترونیکي خپرونې ،دا
خپرونې کوالی شي د زدکړیزو برنامو په اډانه کې له زدکړیز سایټونو څخه د ټولنې لړلیک د مخاطبانو په
اختیارکې ورکړي ترڅو د ډېرو زدکړیزو جذابیتونو برسېره ،دا تګالره یوه ټولیزه ځانګړتیا ومومي .البته
،د دې تګالرو د اغېزمن کېدلو لپاره باید د عمدي نقض په حاالتوکې ،د مناسبو کړنو ضمانت پلی کړي
...لکه له انټرنټ څخه محرومیت ،له والدېنو سره اړیکه
4۸
د :زدکړیز تدبیرونه
:زدکړیز تدبیرونه په الندنیو دوه څانګوکې تر بحث الندې رازي
د انټرنټ سالمه زدکړه :په فیزیکي نړۍ کې د اصلي وېناوو څخه یوه د ماشومانو د سالمې زدکړې بحث1 .
دی .د بېلګې په توګه :له سړک څخه د تېرېد لو تګالره .له هغو نقلیه وسایطو سره معامله چې دوي ته ور
نږدې کېږي او د کور له سوزېدلو سره د غبرګون الرې باید هغوي ته ور زده کړي .د ماشومانو له زدکړې
څخه موخه داده چې کله په یوازې توګه له داسې پېښو سره مخ کېږي ،له هغوي سره د مقابلې په څرنګوالی
پوه شي .همدا رنګه په انټرنټ کې د ماشومانو سالمه زدکړه په همدې توګه موخه تعقیبوي .څېړنو ښودلې
ده چې ډېرو زدکونکو له تجربې نه زده کړې ده چې په انټرنټ کې په ښه توګه له زان نه ساتنه وکړي .خو
،دا زدکړیزه لړۍ اوتګالره ماشومانو ته ور زده کوي چې له نا امنه موقعیتونو سره د نه مخ کېدلو لپاره
څه ډول دندې سر ته ورسوي او څه ډول دندې سرته ونه رسوي .همدارنګه ،والدېنو ،ښوونکو او د ټولنې
نو رو غړو ته چې غواړي ماشومانو ته د ژوند له ګواښونو سره د مقابلې تګالرې ورزده کړي ،د تفکر او
.قضاوت م ارتونه ور زده کوي
ادبیات ،اطالعات او رسنې :د هغو وړتیاوو مجموعه ده چې افرادوته داړتیا وړ اطالعاتو د پېژندلو2 .
ځواک ورکوي تر څو وکوالی شي اطالعات په اغېزمنه توګه پېدا او او ارزیابي کړي او د نیوکو په توګه
یې د سرچینو پوښتنه وکړي ،ټاکل شوي اطال عات د خپلې پوهې په جمع کې دننه کړي ،یوې ځانګړې
موخې ته د رسېدلو لپاره له هغو نه اغېزمنه ګټه واخلي ،اقتصادي ،حقوقي او ټولنیز په هغوي د کارولو
حاکم شرایط درک کړي او د اخالقي او قانوني انډول په رعایت سره هغو ته السرسی پېدا کړي او په پایله
کې ورڅخه کار واخلي .دویمه تګالره چې له لومړنۍ ګزینې نه هم اړینه ده دا ده چې رسنیز ادبیات نورو
.سره د اړیکې د تولید او تامینولو چې په حقیقت کې دهغو دګټو د جلب لپاره ده په بر کې نیسي
همدارنګه یو تعداد تحلیل کونکي په دې باور دي رسنیزې زدکړې په اطالعاتو والړې دي چې د ټولیز
رسنیزو اړیکو له الرې لکه :ورزپاڼې ،تلویزیونی برنامې اوداسې نورو څخه لېږدول کېږي .ډېری والدېن
او ښوونکي ،دا نټرنټ د سالمې اړتیا یا د هغو د ګواښونو د میزان له ماهیت څخه ډېره اطالع نه لري له
همدې کبله له دې قضیې سره خوشبینانه برخورد کوي او له انټرنټ څخه د حفاظت په موخه له خپلو
اوالدونو سره هېڅ کړنې سر ته نه رسوي یا دا چې دا ګواښونه باوري نه ګڼل ،په دې باوري دي چې په
انټرنټ کې هرزه لیکنې او جنسي مرتکبین ،د تلوېزیوني شبکو او سپوږمکیزو تجاري برنامو په څېر پراخه
51
دي .وېنا ده چې ټولیزې رسنیزې برنامې نه شي کوالی چې له دې پېچلو موضوعاتونه یوه جامع زدکړه
.وړاندې کړي .دا برنامې د نسبتا ساده برنامو د پېغامونو د انعکاس لپاره مناسبې دي
دویم مبحث :دساېبري امنیت ابزار او وسایل
څخه ساتنه ډېره اړینه ده .هره اداره باید د مجازي یا ساېبري فضاء امنیت ITله تکنا لوژیک چاپېالیر یا
ډېر جدي ونیسي .یو تعداد هکري تیري ،په ټولو څانګو اغېزه کوي .هکرونه ،بد افزارونه ،وېروسونه ،په
مجازي نړۍ کې یو تعداد امنیتي واقعي ګواښونه دي .اړتیا ده چې هر یو شرکت له امنیتي خطر ناکو تېریو
څخه خبر اوسي او د خپل زان دامنیت د ساتلو په موخه الزمه ده چې اړینې کړنې سر ته ورسوي .د
ساېبري تېریو بېال بېلې تګالرې شتون لري چې باید په پام کې ونیول شي .دا مبحث دوه وېناوي لري چې
په لومړې وېنا کې د فایر وال په هکله او په دویمه وېنا کې د پستو توکو) نرم افزارو( او د انټي ویروس
.په پروګرامونو به بحث وشي
:د ساېبري امنیت د ډاډ لپاره بنسټیز ابزار او خدمتونه په الندی ډول دی
لومړۍ وېنا :فایر والونه
څرنګه چې پوهېږو او د مخه مو د اصطال حاتو په برخه کې ور باندې بحث وکړ :فاېروال د امنیتي ابزارو
هسته او مرکز دی او له یو اړین امنیتي ابزارو څخه دی .د هغوی دنده د خصوصي شبکو له الرې له نا
قانونه السرسي څخه مخنیوی دی .دا کوالی شي د کلک توکو )سخت افزارو( ،پستوتوکو )نرم افزارو( په
عنوان یا د دواړو ترکیب وي .له فاېروالونو نه ،د هغو خصوصي شبکو چې انټرنټ پورې تړاو ولري
دهغوي د نا قانونه کړنو د مخنیوي لپاره کارول کېږي .ټول پېغامونه چې په انټرنټ کې ننوزي او یا له
انټرنت څخه ب ر کېږي ،له فایر وال څخه تېرېږي .فاېروال هر پېغام بررسي کوي او هغه پېغامونه چې
.ځانګړي امنیتي معیارونه نه لري بندوي
فاېروال ډېر ګټور دی ،خو ځینې محدودیتونه هم لري .یو ماهر هکر پوهېږي چې په څه ډول اطال عات او
برنامې را منځ ته کړي .چې په باور وړ فاېروالونو باندې باور ولري ،یعنې له کوم خنډ نه پرته د فاېروال
له الرې برنامېه تېره کړو .سره له دې محدودیتونو ،اوس هم فاېروال د مخربو یرغلونو په ساتنه کې ګټور
.دی
51
دویمه وېنا :پاسته توکي ) نرم افزارونه( او د انټي ویروسو پروګرامونه
سافت ویر یا انټي ویروس نرم افزار ،هغه برنامه ده چې د وېروسونو او نورو یرغلونو اود شخصي
سیستم د مخنیوي ،پېژندنې او د وېروسونو د له منځه ITکمپیوټرونو د ویجاړونکو پروګرامونو ،شبکو اود
وړلو لپاره طراحي شوې ده .همدارنګه زموږ له شبکو اوکمپیوټرونو نه د ویروسونو د ګواښونو په مقابل
کې ساتنه کوي .د ویروس ضد ډېرپروګرامونه او برنامې په اتومات توګه د آپدېت ځانګړتیاوې لري او دا
سیسټم د دې وړ ګرزوي چې په مرتبه توګه نوي ګواښونه او وېروسونه وپلټي .دا سرویس یو اندازه نورې
.چوپړتیاوې لکه سکن او ایمیل د وب له ویجاړونکو تړاونو اوپېوندونو د نه شتون د ډاډ لپاره وړاندې کوي
(دریمه مبحث :دکشفی پټی کړنی )اقدامات
دجرم د کشف څخه موخه هغه کړني دی چی د جرم دارتکاب په هکله د خبرتیا د رارسیدلو څخه وروسته
د جرمی اثارو او دالیلودراټولولو او ساااااااتنی ؛د جرم د مرتکب د تثبیت او نیولو اودهغه دتیښااااااتی څخه د
.مخنیوی او همدارنګه دارتکاب شوی جرم په هکله داطالعاتو د راټولو په منظور سرته رسیږی
:لمری وینا :روا کشفی پټی کرنی
د روا پتی کړنی په ارتباط مسول ارګانونو په واسطه داجراات جزای)) 112ماده صراحت لری د مربوطه
:مسولینو مکلفیتونه په الندی شکل واضح کوی
:کشفی پټی کرنی عبارت دی له))1
د مخابراتی وسایلو اود معلوماتی تکنالوژی له طریقه د مظنون ؛ مت م کسانو د تیلفون ؛ کمپیوتر؛ اانترنت 1
.څخه په استفادی سره تول معلومات را ټولول دهغی په مورد کی؛ او هم تثبیت او غږ ثبتول
د تخنیکی پټی کمری تر څارنی الندی نیول خبری ثبتول هغه که په کورونو؛ بالکونو؛ که خصوصی او 2
.دولتی ځایونه کی وی
.د پیسو راکره ورکره د بانکونه له خوا سرته رسیږی 3
.د مکتوبونه لیږ رالیږ تخنیکی وسایلو پواسطه پلټنه کیږی ۱
.د نا قانونه مالونو دننه ګول یا ب رکول په بندرونو کی پلټنه او څارنه ۵
52
دویمه وینا :کشفی پټی کرنی وړ جرایم
.تروریستی جرمونه ،د پیسو سپینول د تروریزم تمویل -
.دکورنی او ب رنی امنیت په وراندی جرمونه -
.د مخدره اومسکراتوجرمونه مواد -
.د اداری او مالی فساد جرمونه -
.د انسان قاچاق اواختطاف جرمونه -
.د وژولو )قتل( جرمونه -
(د عامه خدمتونو د موظف پر علیه ت دید )قاضیان .ځارنواالن .شاهدان اود کورنی غړی -
.ترڅودعدالت دپلی کولو څخه تیرشی
.د نړیواله جزایی محکمی داساسنامی او روم دکنفرانس سندونو اړوند اجراات کول -
دریمه وینا :دکشفی مخفی کړنی شرطونه -
داشخاصو استوګنځی تیلفونی خبری له تیری پرهمدی بنسټ د اساسی قانون 3۹مه ماده په اساس له1
.تیری څخه خوندی دی
په هغه صورت کی چی د اثباتیه مدارکودراټولو بله الره نه وی 2
د 113مه ماده څخه د مظنون او مت م دتکنالوژی معلوماتی وسایلو او مخابراتی په استفادی سره 3
.دهغوی اختیار کی قرار ورکړشی
53
پایله
د ا طال عاتو په نوي عصررر کېن انټرنو او کمپیوټر ته د ټولنو اړتیا ډېره شرروې ده .دا مو ضررو فرصررت
غوښتونکو جنایت کونکو ته اجازه ورکوي چې په ساېبري فضاء کې د نا محدود کېدلو په دلیل خپلې شومې
موخې تعقیب کړي .هرڅومره چې تکنالوژي ډېره پراختیا ومومي سرراېبري جرمونه به هم پراختیا مومي او
په افغانسررررتاه کې همن سرررراېبري جرمونه د ډېرېدو په ېال کې دي .د سرررراېبري جرمونو
لوسررررتنهن د قوانینو
پېژندنه او د ساېبري جرمونو طبقه بندي له ېقوقي مسایلو او د جرم د تر سره کولو تګالرو سره د مالوماتو
.د ډېروالي سبب کېږي چې له ساېبري جر مونو سره د مبارزې لپاره اړین دي
په د
.