Professional Documents
Culture Documents
محاسبه
محاسبه
-
ســـــريــــــزه :
ټولي تصدي اوکاروباري موسسي دخپل فعاليت دښه پرمخ بيولو او انکشاف په خاطر ضرورت لري
ترڅو دخپل فعاليت امکانات ،دموجوده شتمني اندازه او دهغي دپکار اچولو مختلفو ساحو څخه آګاهي
ولري .ددي په خاطر الزم ده چي ټول هغه اقتصادي جريانونه چي دپيسو په مرسته څرګنديږي په
کتابونو کي په ثبت ورسول شي .
دتوليدي فعاليتونو په لړ کي په تصديو کي هره ورځ زياته اندازه دراکړي ورکړي اقتصادي معاملي لکه
خريداري ،خرڅالو دموادو ګودام ،دتوليد شوو کاليو ګودام ،مزد اداء کول ،بيمي اداءکول ،اعالناتو
مصارف اونوري زياتي معاملي صورت نيسي چي په نتيجه کي له يوي خوا په تصديو کي دعايد او
مصرف جريان رامنځته کيږي او بل خوا دتصديوپه شتمنيو او پورونو کي دمقدار او ارزښت له پلوه تغير
رامنځته کيږي .
داقتصادي پرنسيپونو مطابق بايد دراکړي ورکړي ټولي معاملي دمقدار او ارزښت له پلوه په تصديو کي
په ثبت ورسول شي .
هغه قواعد اوميتودونه چي په مرسته ئي داقتصادي راکړي ورکړي معاملي دمقدار او ارزښت له پلوه
تثبيت ،دوخت او زمان له پلوه ترتيب او دهيواد دمروجوقوانينو په پام کي نيولو سره په منظم ډول په ثبت
رسول کيږي دمحاسبي په نوم ياديږي .
لومړي فصل
( ) GAAP دحسابداري پيژندنه :
دمعامالتي ارقامو جمع آوري ،تجزيه او عالقمندو ګروپونو لپاره مالي معلوماتو برابرولو ته
دمحاسبي معلوماتي سيستم ويل کيږي .
څرنګه چي تصدي اوکاروباري موسسي دفعاليت ډول ،وظايفو اجراء ،دحجم اومعلوماتو له نظره
فرق لري او معلوماتو لپاره دا دارو غوښتنې توپير لري نو په مختلفو تصديو کي دمحاسبي معلوماتي
سيستم هم فرق کوي .
دمحاسبوي سيستم ښه والي داداري سره دالندي سوالونو په حل کي مرسته کوي :
ـــ تراوسه څومره اوکوم دينونه نه دي اداء شوي ؟
ـــ مخکيني دوري په پرتله اوسني دوري کي دخرڅالو څرنګوالي (کموالي اوزياتوالي ) ؟
ـــ دشتمنيو دکومو ډولونو درلودونکي يو ؟
ـــ دننه اوبيرون ته د پيسو جريان څرنګه وه ؟
ـــ آيا په تيره دوره کي مونږ فايده کړي ده ؟
ـــ دتوليد کومه برخه مو دتاوان سره مخامخ ده ؟
ـــ شريکانو ته ويشل شوي مفادکي زياتوالي راغلي ؟
دموثر محاسبوي معلوماتي سيستم په مرسته تردي عالوه زياتو سوالونو ته جواب ويل کيږي اودمالي
راپورونو دجوړولو او پرتلي لپاره ارقام برابروي نو ځکه دمحاسبي معلوماتي سيستم دټولو تصديو لپاره
ګټور دي .
دتصديو پوري مربوطو معامالتو اوپيښو دمعرفي ،ثبت ،ګروپبندي او تشريح کولو په خاطر مالي
محاسبه په يو ګروپ اصطالحاتو باندي تکيه لري چي په هغوي باندي پوهيدل دمحاسبوي ارقامو دجمع
آوري لپاره ضرور ګڼل کيږي مونږدلته ځني عمده اصطالحات په لنډډول معرفي کوو .
عمده اصطالحات :
پيښه (حادثه ) : Eventپيښه يوه نتيجه ده .په عمومي توګه پيښه په شتمنيو پانګه او قرضونو
کي دتغيراتو درامنځته کيدو منبع او وسيله ده يوه پيښه کيدي شي چي داخلي يا خارجي واوسي .
معامله : Transactionيوه بهرني پيښه ده چي ددوه يازياتو منابعو ترمنځ انتقا ل او تبادله
څرګندوي .
-2- دمالي محاسبي معلوماتي سيستم
-
حساب :Accountيو سيستما تيک ترتيب دي چي په خاصو شتمنيو او پانګه باندي د معامالتو او
نورو پيښو اثرات منعکسوي .دهرډول شتمني ،قرض ،عايد ،مصرف او پانګي لپاره جدا حسابونه
جوړيږي .
حقيقي (دايمي )او اسمي (موقت )حسابونه Real and nominal Accounts :
د(شتمنيو ،قرض ،پانګي )هغه حسابونه چي په بيالنس کي څرګنديږي حقيقي حسابونه دي .
موقت يا اسمي حسابونه د عايداتو ،مصارفو او منافعو دويش حسابونه دي چي دګټي او تاوان حساب ته
انتقا ليږي .موقت حسابونه دهري دوري په پاي کي تصفيه او تړل کيږي .ولي حقيقي حسابونه نه
تصفيه کيږي .
لجر ( : )Ledgerدحسابونو کتاب دي .په لجر کي هر حساب ځا نګړي پاڼه لري .عومي لجر
دټولو شتمنيو ،قرضونو ،پانګي ،عايداتو ،اولګښتونو دحسابو څخه تشکيل شوي دي .کومکي لجرونه
په عمومي لجر کي دموجودوحسابونو تفصيل څرګندوي .
ژورنال : Journal :دمعا مالتو او حوادثو دثبت لومړني کتاب دي .چي تاريخوار اومستند ډول
سره په دي کتاب کي ثبت صورت نيسي .او په ژورنال کي ثبت شوي ارقام بيا لجر ته نقل کيږي .
انتقال (( : )Postingدثبت دلومړنيو کتابونو څخه د لجر مربوطو حسابونو ته دارقامو او
معلوماتو دانتقال جريان ته ويل کيږي .
ازمايشي بيالنس : Trial Balanceپه لجر کي ټولو پرانستل شوو حسابونو اود هغوي دبالنسو
نو د ليست څخه عبارت دي .ازمايشي بيالنس چي دژورنال څخه لجر ته دارقامو دانتقال او اصالح
ورسته ترتيب شي نو د ازمايشي اصالح شوي بيالنس په نوم ياديږي .که چيرته دحسابونو د تړلو
وروسته بيالنس ترتيب شي نو د حسابونو د تړلو وروسته ازمايشي بيالنس ورته ويل کيږي .ازمايشي
بيالنس په بل هر وخت کي هم ترتيب کيدي شي .
اصالحي معامالت : )Adjusting Entries( :
ددي په خاطر چي دټولو حسابونو انتقال دمحاسبوي اصولو پر بنسټ شوي اوسي دمحاسبوي دوري
په پاي کي اصالحي (تعديلي ) معامالت صورت نيسي ترڅو يو دقيق مالي حساب ترتيب کړي شي .
مالي حساب : Financial Statementsحساب يا راپور چه دمحاسبوي ارقامو جمع آوري ،
جدول بندي او آخرني لنډيز منعکسوي .
مالي حساب دڅلورو راپورو يا حسابو څخه تشکيل دي .
دسنجش پاڼه (بالنس شيټ : ) Balance Sheetبالنس شيټ دهري دوري په پاي کي د تصدي
مالي وضع څرګندوي .
دعوايدو راپور : Income statementددوري په جريان کي درامنځته شوو معامالتو د نتجي
اندازه څرګندوي .
دپيسو د جريان حساب : Statement of cash flowددوري په جريان کي دعملياتو ،پانګي
اچوني او مالي فعاليتونو په لړکي د پيسو تهيه او استعمال څرګندوي .
نه ويشل شوي مفاد : Statement of Retained Earningsددوري د پيل نه تر اخره دنه ويشل
شوي مفاد حساب موازنه څرګندوي .
دحسابونو تړل : closing entriesيو جريان دي چي په لړکي يي ټول اسمي يا موقت حسابونه
بند او صفر ته تقرب کوي او نتيجه يي دشخصي پانګي حساب ته انتقال کيږي .دا جريان دلجرد تړلو ،
کتاب دتړلو او يا يواځي دتړلو ( )closingپه نوم هم ياديږي .ديبيټر : Debaterهغه شخص ياواحد چي
پيسي تر ي حاصل کيږي ديبيتر ګڼل کيږي .
کريديتر : Creditorهغه شخص ياواحد چي پيسي ورته اداء کيږي کريديتر ګڼل کيږ ي .
پانګه : Capitalپه يوه تصدي کي دمالک لخوا دفعاليت په منظور اماده شوي پولي مبلغ ته پانګه
ويل کيږي .
شتمني : Assetsدپيسو په مرسته دکاروباردپرمخ بيولو لپاره اماده شوي لوازم اووسايل شتمني
ګڼل کيږي چي په دري ډوله ښودل کيږي .
-3- دمالي محاسبي معلوماتي سيستم
-
ثابته شتمني :هغه لوازم اووسايل چي ديو کال څخه زياتي مودي لپاره تري استفاده صورت نيولي
شي ثابته شتمني ګڼل کيږي په دي ډول شتمنيو کي ځمکه ،تعميرات ،ماشين آالت ،تجهيزات او ځني
طبعي منابعو لکه دمعدنياتو اومنرالونو ملکيت شامليږي .
ګرځنده شتمني :هغه لوازم اووسايل چي ديوکال څخه په لږه موده کي پکي تغير راځي ګرځنده
شتمني ګڼل کيږي په دي ډول شتمنيوکي نقدي پيسي ،بانکي حسابونه ،طلبات ،خريد ،دموادو ذخيره او
نور شامل دي .
غير مادي شتمني :هغه شتمني دي چي فيزيکي موجوديت نه لري ولي دبي باوري اوراتلونکي ګټي
لپاره دلوړ اهميت درلودونکي دي .په دي شتمنيو کي اختراعات ،دچاپ حق ،نيک نوم ،تجارتي نشان
اونو شامليږي .
پور : liabilityدتيرومعاملو په نتيجه کي رامنځته شوي مکلفيت دي چي دهغي داداء کولوپه
صورت کي دمربوط واحد دمنابعو دالسه ورکولو تمه کيږي .
دشريکانودپانګي حسابونه
Stock holders Accounts
دلګښتونو حسابونه Debit Credit
Expense Accounts کموالي (_) زياتوالي ()+
Debit Credit
زياتوالي ()+ کموالي (ـــ) دعوايدو حسابونه
Increase Decrease Revenue Accounts
Debit Credit
کموالي زياتوالي +
-5- دمالي محاسبي معلوماتي سيستم
-
په 3-1شکل کي اساسي مساوات په تفصيل سره بيان شوي چي دپانګي،شتمنيو او قرضونو ټولو
برخو رسول Dاو Cته او د هغوي اثرات په حسابونو باندي څرګندوي .دا شکل دمضاعفي محاسبي
په اساساتو باندي په پوهيدلو کي مرسته کوي .داساسي معادلي په څير داجزاوو په نظر کي نيولو سره
بايد هم د کريديت او ديبت ترمنځ توازن برقرار اوسي .
داساسي مساوات تفصيل ديبت او کريديت کي د ثبت طريقه او د هغي اثرات په حسابونو :
Expanded Basic Equation D / Cr Rules
شکل 1-3
اساسي مساوات شتمني +قرضونه = دشريکانو پانګه
ديوي معاملي په رامنځ ته کيدو سره د مساوات په عناصرو کي تغير راځي ولي عمومي مساوات په
خپل حال پا ته کيږي .د موضوع د وضاحت په خاطر په يوه شرکت کي مختلفي معاملي مطالعه کوو
:
مثال :
١ـــ دشريکانو له خوا په کار اچول شوي پانګه $40000
شتمني = قرضونه + دشريکانو پانګه
40000+ 0 40000+
٢ــــ $600دسکر تر معاش ورکړل شوي .
شتمني = قرضونه + دشريکانو پانګه
600 - 0 600 -
-6- دمالي محاسبي معلوماتي سيستم
-
٣ــــ $ 2500په ارزښت ددفتر تجهيزات په قرض خريداري شوي .
شتمني = قرضونه + دشريکانو پانګه
0 2500+ 2500+
٤ـــ :دخدماتو له لياري $ 4000نقد عوايد السته راغلي .
شتمني = قرضونه + دشريکانو پانګه
4000 + 0 4000+
٥ـــ :تصدي $ 7000دلنډي مودي قرض اداء کړي .
شتمني = قرضونه + دشريکانو پانګه
0 7000- 7000-
دوباره اصالحات
(اصالحات برګشتي ) په ژورنال کي ثبت کول
((حتمي نده )) عمومي ژورنال
دپيسو دحصول ژورنال
دپيسو دپرداخت ژورنال
دخريداري ژورنال
اختتاميه اخرني بيالنس دخرڅالو ژورنال
نور مخصوص ژورنالونه
تړل يا بندول
اسمي يا موقت حسابونه
انتقال
صورت حسابونو ترتيبول عمومي لجر ته (معموًال په مياشت کي )
ګټي او تاوان حساب کومکي لجرو ته (معموًال هره ورځ )
نه ويشل شوي مفاد
بالنس شيټ
نقده جريان
-7- دمالي محاسبي معلوماتي سيستم
-
Work sheet
(( حتمي نده )) تطبيقول
زياتوالي ،عايدات
دازمايشي بيالنس اصالح يا تعديل پيشکي پرداختونه
دبيلو اقال مو قيمت ګذاري
نيټه
لومړي
نومبر
3نيټه
قرض 34 280
(اعالناتو له درکه دقرض سند السته راغلي )
نيټه
قرض 34 175
نومبر
دخريداري مستردي 53 175
په قرض اخيستل شوو اموالو مستردي
4
نومبر
دترانسپورت مصارف 55 95
قرض 34 95
دشرکت څخه دقرضي سند حصول
16
دکاروبار په پراختياسره دټولو معامالتو ثبتول په يو ژورنال کي ممکن نه بريښي په دي توګه هرډول
معامالتو لپاره دمخصوصو ژورنالونو څخه استفاده کيږي .مخصوص ژورنالونه دموبوطه معامالتو
دعمومي خصوصياتو لرونکي او دضرورت په وخت کي په کتاب کي ثبت کول دهغي په مرسته تکميل
کيږي .
مخصوص ژورنالونه :
په عمومي توګه دکاروبار ومعامالتوساحه الندي برخي دربر نيسي :
.1وصولول .
.2اداء کول .
.3داجناسو خرڅول .
.4داجناسو اخستل .
.5داخستل شوو اجناسو مستردول .
.6دخرڅ شوو اجناسو مسترد کيدل .
.7وصولوونکي بلونه .
.8اداء کوونکي بلونه .
.9غيره معامالت .
ددي هرډول معامالتو دځانګړي ثبت په خاطر جدا ژورنالونه کارول کيږي چي دمخصوصو ياکومکي
ژورنالونو په نامه هم ياديږي .
Cash Book .1د نقدياتو کتاب :يو کومکي ژورنال دي چي دنقدي خريداري او خرڅالو دمعامالتو
دثبت لپاره تر ي کار اخستل کيږي ددي کتاب يوه صفحه دحاصل شوي رقم او بله صفحه داداء شو ي
رقم دثبت لپاره استعماليږي .حاصل شوي رقم دکتاب دبت په طرف او اداء شوي رقم دکريديت په
طرف کي ثبت کيږي .
دکريديت او دبت دخواوو تفاوت دموجود حساب څرګندونه کوي .
Sale Book .2د فروشاتو کتاب :
په دي کتاب کي په قرض سره خرڅالو پوري مربوط معامالت ثبت کيږي او ددي په مرسته
دکاروبارمالک ياتجار ته دخپلو طلباتو اندازه څرګنديږي .
.3دخريداري کتاب : Purchase Book
په دي کتاب کي په قرض سره خريداري پوري مربوط معامالت ثبت کيږي اوددي کتاب په مرسته
دکاروبارمالک ياتجار ته دخپل مکلفيت اوقرض اندازه معلوميږي .
.4دخريداري دمستردي کتاب : Purchase return book.
دمستردشوو اموالو پوري مربوط معامالت په دي کتاب کي رسول کيږي .
.5دخرڅالو دمستردي کتاب : Sales return book .
- 10 - دمالي محاسبي معلوماتي سيستم
-
دخرڅالو څخه وروسته چي کوم مال نظر په کوم علت سره بيرته خرڅوونکي ته مسترد کيږي نوپه دي
کتاب کي ثبت کيږي .
.6دوصول کيدونکي ِبل کتاب : Bill receivable book
کله چي تاجر کوم مشتري ته په قرض مال ورکړي نودهغه په نامه ِبل ليکي چي دمنظوري څخه وروسته
دوباره تاجر ته راځي چي داِبلونه دوصوليدونکو ِبلونو په کتاب کي ثبت کيږي .
.7داداء کوونکو ِبلونو کتاب : Bills payable book
کله چي يوتجار په قرض مال خريداري کړي ا و دخرڅوونکي ِبل سره موافقه وکړي نودتاجر
لخوادمنظور شوو ِبلونو ثبت داداء کوونکو ِبلونو په کتاب کي صورت نيسي .
.8مخصوص ژورنال : Journal proper
کوم معامالت چي په پورتنيو کتابونو کي نه ثبت کيږي نو په مخصوص ژورنال کي ثبت کيږي .
ــــ په لومړي ستون کي دمعاملي دسرته رسولو نيټه ليکل کيږي .
ــــ په دوهم ستو ن کي دمعاملي پوري مربوطو حسابونو عنوانونه او دمعاملي تفصيل ليکل کيږي .
ـــــ په دريم ستون کي دلجر دصفحي او يادحساب نمبر کوم ته چي دژورنال څخه معامالت انتقال شوي
دي ليکل کيږي .
ـــــ په څلورم ستون کي ددبت شوي حساب ارقام ليکل کيږي .
ـــــ په پنځم ستون کي دکريديت شوي حساب ارقام ليکل کيږي .
ـــــ په دويم ستون کي دمعاملي دتفصيل څخه الندي خط کښل کيږ ي ترڅو معامالت يو له بل څخه جال
کړي .
ــــ ددبت کيدونکي حساب نوم په دويم ستون کي دلومړي کرښي په پيل کي ليکل کيږي .
ــــــ دکريديت کيدونکي حساب نو م ددويم ستون دکرښي دشروع څخه په لږه فاصله سره په دوهمه
کرښه کي ليکل کيږي .
دريم فصل :
ledger posting لجر ته دمعامالتو انتقال
عمومي لجر :
په ژورنال کي دمعامالتو دثبت کولو څخه وروسته ټول معامالت په حسابونو ګروپبندي او دمحاسبي
اساسي کتاب يعني لجر کي مربوطو حسابونو ته انتقاليږي په لجر کي ټول حسابونه دشخصي حقيقي او
اسمي بيل بيل رسول کيږي .
- 11 - دمالي محاسبي معلوماتي سيستم
-
ــــــ دلجر يوه پاڼه ديو حساب لپاره کارول کيږي دحساب دلويوالي په صورت کي دوهمه پاڼه هم
استعماليدي شي .
ــــــ دلجر پاڼي چي Folioورته ويل کيږي په مسلسل ډول سره نمره ګذاري کيږي .
ــــــ دکتاب په پيل کي دټولو حسابونو کوډ نمبري ثبت کيږي ترڅو دهر حساب سره په اساني رابطه
قايمه شي .
ــــــ دثبت لومړنيو کتابونو څخه ټول ارقام په لجر کي مربوطو حسابونو ته رسول کيږي .
ــــــ په ژورنال کي معامالت دتاريخ په اساس رسول کيږي ولي په لجر کي معامالت دحسابونو
ددرجه بندي په اساس رسول کيږي .
دلجر فارم Ledger form
په عمومي ډول دلجر يوه پاڼه ديو حساب لپاره اختصاص کيږي .
دلجر پاڼه دډبلو خطونو په مرسته په دوه برخو ويشل کيږي .چپ خواته يي ديبت او ښي خوايي
کريديت تشکيلوي .
دپاڼي هره نيمه برخه په څلوروستونوويشل کيږي چي په ترتيب سره :
.1نيټه
.2تفصيل
JF .3دژورنال پاڼه
.4مبلغ
دمختلفو حسابونو تفصيل :
په لجر کي حسابونه ګروپبندي او په بيلو نومونو سره درج کيږي :
ـــ لومړني ارقام دژورنال څخه اخستل کيږي .
ــــ په ژورنال کي دکسي پوري مربوط ټول معامالت د Cash accountياکسي حساب الندي
رسول کيږي .اوپه دي ترتيب ټول معامالت خپلو مربوطو حسابونو کي رسول کيږ ي .
ـــ په لجر کي په دبت کي دثبت کولو څخه مخکي د Toلفظ ليکل کيږي اوپه کريدت کي د By
لفظ ليکل کيږي .
ـــ په لجر کي دمختلفو معامالتو ثبت په حسابونو کي دنيټي په ترتيب سره صورت نيسي .او دهر
ثبت څخه مخکي چپ خوا ته نيټه ليکل کيږي .
ــــ په لجر کي د JFپه ستون کي دژورنال دصفحي نمبر ليکل کيږي له کوم ځاي څخه چي ارقام
انتقال شو ي دي .
د ژورنال څخه عمومي لجر ته دحسابونو دانتقال جريان ته ( ) Postingويل کيږي چي دخالصه
کولو او محاسبوي ارقامو دګروپبندي يوه برخه ده .دمثال په ډول ( ) 5-1شکل کي دنومبر په لمړي نيټه
عموي ژورنال کي $ 22400دتجهيزاتو په حساب کي دبت او دقرض په حساب کي کريديت شوي د
ي .لجر ته دانتقال په وخت کي ژورنال په دبت کي رسول شوي $ 22400 .مبلغ دتجهيزاتو حساب
ديبت ته او دژورنال په کريديت کي رسول شوي مبلغ په لجر کي دقرض دحساب کريديت برخي ته
رسول کيږي .
- 12 - دمالي محاسبي معلوماتي سيستم
-
په ژورنال کي د Refستون ارقام په لجر کي دهغه حسابونو ښودنه کوي چي دژورنال څخه ورته
ارقام انتقال شوي دي .دمثال په توګه کوم رقم چي دقرض حساب په مقابل کي Refپه ستون کي
ليکل شوي اوسي څرګندوي چي دژورنال څخه $ 22400مبلغ رقم دلجر هغه حساب ته چي نمبر يي د
REfپه ستون کي ليکل شوي دي انتقال شوي دي .کله چي د Refپه ستون کي دهر حساب په مقابل
کي ماخذي نمبر وليکل شو نو دانتقال پروسه تکميل کيږي .
په ژورنال کي د Refستون ارقام دوه هدفونو بيانوونکي دي :
١ـــ په لجر کي دحساب شماره ښئ کوم ته چي انتقال صورت نيولي .
٢ــــ دژورنال څخه دهر مخصوص عنصر دانتقا ل دتکميل کيدو معني ورکوي .
هره تصدي يا موسسه دلجر دحسابونو لپاره په خپله نمبر ټاکي .په عمومي توګه نمره ګذاري
دشتمنيو څخه پيل او په ترتريب سره قرضونو ،شخصي پانګي ،عوايدو او لګښتونو حسابونو تر آخره
پوري ادامه پيداکوي .
د ( )5-1شکل له مخې دلجر مختلف حسابونه دانتقال پروسي څخه ورسته تکميل کيږي .دلجر
حسابو ته انتقال شوو ارقامو سرچينه (منبع ) په ( )GJسره ښودل کيږئ ( General Journal
5-1شکل حل ( )Tشکله دلجر حسابونه :
داعالناتومصارف
دينونه
A account payable N. 34
Advertising Expense N. 65
Nov 4 12 175 Nov 1 GJ 12 22400 Nov 3 GJ 12 280
Nov 3 GJ 12 280
Nov 16 GJ 12 95
دخريداري مستردي
Pure chase returns N. 53
Nov 4 GJ 175
په لجر کي مربوطوحسابونوته دمعامالتو رسولو ښه وضاحت په منظور په نظر کي نيسو چي دبرښنا
رياست کي الندي معامالت دجنوري په لومړي نيټه سرته رسيږي .
ـــ د $25000په ارزښت ځمکه خريداري شوي .
ـــ د $6000په ارزښت روغنيا ت خريداري شوي .
ـــ د $25000په ارزښت تعميراتي مواد خريداري شوي دي .
پورتني معامال ت په ژورنال کي په الندي ډول رسول کيږي .
نيټۀ دحسابونو عنوانونه او تفصيل REF ديبت ()$ کريديت ( )$
دجنوري جايداد 0-1-1 25000
لومړي روغنيات 10-3 6000
نيټۀ تعميراتي مواد 10-2 25000
دنقده معتمد حساب 56000
پورتني اقالم په نقدو خريداري شوي 40-1-1
دژورنال څخه معامالت لجر کي مربوطوحسابونو ته په الندي ډول انتقاليږي .
جايداد 11-01 C
Dنيټه JFتفصيل مبلغ نيټه JFتفصيل مبلغ
افغاني پول افغاني پول
دجنوري ځمکه ١ 25000
لومړي
نيټه
ليدل کيږي چي لجر او ژورنال يو دبل سره ارتباط څرګندوي لکه څرنګه چي په ژورنال کي دلجر
دحساب ياصفحي نمبر او په لجر کي دژورنال دپاڼي نمبر موجود دي چي داشتباهاتو په صورت کي
دکنترول کولو په برخه کي سهولت رامنځ ته کوي .
ليدل کيږي چي دديبت مجموعه ( )287000دکريديت مجموعي د( )287000سره مساوي ده .
اکثره وخت دهر حساب عنوان چپ اړخ ته دحساب نمبر هم په ازمايشي بيالنس کي ليکل کيږئ .
ازمايشي بيالنس په لجر کي درسول شوو معلوماتو صحت نشي څرګندوال ي .کيدي شي د بيالنس دواړه
خواوي مساوي اوسي ولي په الندي ډول غلطي هم موجودي اوسي .
- ١يوه معامله ژورنال ته نه وي رسو ل شوي .
٢دژورنال څخه يوه درسته معامله نه وي انتقال شو ي .
٣دژورنال څخه يو حساب دوه مرتبي انتقال شوي اوسي .
٤غلط حسابونه په ژورنال کي ثبت او لجر ته انتقال شوي اوسي .
٥دثبت په وخت کي ديوي معاملي ارقام بدل رسول شوي اوسي او داسي نور . ...
ولي کله چي په ديبت او کريديت کي مساوي ارقام ورسول شي که په بدلو حسابونو او يا بدل ارقام هم
اوسي څرنګه چي په دواړو خواوو کي مساوي ارقام رسول کيږي نو دديبت او کريديت مجموعه بيا هم
سره مساوي کيږي .
ددي په خاطر چي عوايد دالسته راوړلو او مصارف دصورت نيولو په وخت کي محاسبه شي نو
دمحاسبوي دوران په پاي کي اصالحي (تعديلي) حسابونه ترتيب کيږي .په لنډه توګه د عوايدو دپيژندني
او حاصل په هکله داطمنان حاصلولو دتوازن پرنسيپ دتطبيق په منظور ځيني اصالحاتو ته ضرورت
ليدل کيږي .
اصالحي معامالت په ټاکلي زمانه کي دشتمنيو ،قرضو او شخصي پانګي درپوټ او بالنس کي دهغو ي
درست ثبت همدارنګه دګټي او تاوان حساب کي دګټي او ضرر معلومول او پرتله ممکنوي .
ازمايشي بيالنس دمعامالتي ارقامو دپرتلي لومړني مرحله ده ولي کيدي شي چي ټول ارقام يي مکمل نه
اوسي چي علتونه يي په الندي ډول دي .
١ځني معامالت هره ورځ ژورنال کي نه رسول کيږي ځکه دقيق نه وي لکه دوسايلو او کارکوونکو
دمعاش حصول .
٢ځني مصارف دمحاسبوي دوري په جريان کي نه ثبت کيږي .ځکه دا مصارف دوخت په تيريدو سره
صورت نيسي نه په يوه ورځ کي .ددي ډول مصارفو مثال دتعميراتو ،تجهيزاتو فرسايش کرايه او بيمه
دي .
٣ځني عناصر چي راتلونکي دو ري پوري نشي حصول کيدلي لکه دعامه ګټو خدمات نه ثبت کيږي .
دتصديو مالي حسابونو جوړولو په وخت کي داصالحي معامالتو څخه استفاده کيږي .
مهمه خبره په ازمايشي بيالنس کي دهر حساب تحليل کول دي ترڅو وکتل شي دمالي حساب جوړلو لپاره
ارقام اماده کوالي شي يا تصفيه او مکمل دي ؟
چي ددي تحليل او څيړني په منظور دحسابونو ترمنځ په روابطو او عملياتو پوهيدل په کار دي .
داصالحي معامالتو پروسه يوه پيچلي عمليه چي خاص مهارت ته ضرورت لري .
ددقيقو ارقاموجمع اوري په خاطر تصدي دموجودو او ترميم طلبو عناصرو موجودي او شميرني ته
ضرورت لري .
همدا رنګه بهتره دي چي تصدي دبيمي پاليسي ،دکرايي قرارداد ونو او نورو قراردادي معاهدو لپاره يو
منظم حمايو ي پروګرام ولري اصالحات او تعديل اکثره د بيالنس خاکي څخه وروسته صورت نيسي .
اصالحي (تصفيوي ) معامالتو ډولونه () Type of Adjusting Entries
تصفيوي معامالت په دوه ډولو ويشل کيږئ :
١مخکي (پيشکي ) پر داختونه Prepayments
٢عملي شوي معامالت (تحقق موندلي ) Accruals
هريو يي په فرعي کالسونو هم ويشل کيږي چي په الندي ډول ښودل کيږي .
)Accruals
Prepayments موندلي
پرداختونه (
پيش تحقق
٣تحقيق موندلي عوايد :هغه عوايد چي السته راغلي وي تر اوسه
دي چي نقَدا تاديه او مخکي دي :.مصارف
ثبت شوي او :نههغه
مصارف
حصول شوي
پرداختونو
نقد نه
١دپيش
له دي چي مصرف او يا استفاده تري وشي دشتمني په څير ثبت کيږي .
٤تحقيق (عملي ) شوي مصارف :هغه مصارف چي عمَال يي
السته راځي او مخکي چي نقدَا
شوي . دي ادا
عوايدنهدي
تراوسه نقد
عوايد :هغه
نيولي وي
صورتشوي
٢نه حاصل
له دي چي حصول شي دطلباتو په توګه ثبت کيږي
شتمني
D Asset C D Cمصارف expenses
2000 -50000
= 4800$دتجهيزاتو کلني فرسايش =
100
4800
=مياشتني فرسايش = 400$
12
Oct 31
دفرسايش دجمع اوري حساب به په هره مياشت کي $400زياتوالي وکړي نو نوومبر مياشتي په 30
نيټه به ژورنال کي د ثبت او لجر ته دانتقال څخه وروسته به بالنس $800شي .
د (( ) Accumulated Depreciationفرسايش جمع اوري ) حساب دشتمنيو خالف يو حساب دي
دشتمنيو خالف داسي يو حساب دي چي بالنس په خاکه کي دشتمنيو خالف جبرانوونکي دي .په دي
معني دفرسايشاتو دجمع اوري حساب دتجهيزاتو مقابل کي قرار لري او دبالنس په خاکه کي دکريدت
طرف نورمال بالنس دي .دفرسايشاتو دجمع اوري بيالنس دشتمني لمړني يا اصلي قيمت د څرګندولو او
په هره دوره کي درامنځته شوي فرسايش اندازي معلومولولپاره کارول کيږي .دفرسايش جمع اوري
دبالنس خاکي لپاره دمربوطه شتمني د حساب څخه منفي بيا ليري کيږي په الندي ډول -:
1-11
دفرسايشاتو دجمع اوري ښودنه .
ددفتر تجهيزات 50000$
-منفي :ددفتر تجهيزاتود فرسايش 400 49600
جمع اوري
په هره دوره کي دشتمني قيمت او دهغي دفرسايش جمع اوري تر منځ تفاوت دنوموړي شتمني ددفتري
قيمت څرګندوي .په 11-1شکل کي د دفتر دتجهيزاتو ددفتري ارزښت $49600دي .
ديادولو وړ ده چي د شتمني دفتري قيمت او دهغي دمارکيټ قيمت سره فرق کوي .
ددي دواړ و فرق په دي کي دي چي فرسايش دارزښت ټاکلو موضوع نده بلکي دمصرف دتخصيص
مفهوم لري .په دي معني دفرسايش د مصرف په مرسته د شتمني د بازار قيمت نه شو څرګندولي
اوفرسايش په يوه دوره کي دشتمني د مصرف اندازه څرګندوي .دمخکينيو اصالحي معامالتو په څير
که دلته اصالحي معامله په نظر کي ونه نيول شي دشتمنيو ،شخصي پانګي او خالص عايد ارزښت په
بالنس کي زيات او دفرسايش مصارف کم ښودل کيږي .
په تصديو کي دشتمنيو هرډول لپاره دفرسايش جدا حساب په نظر کي نيول کيږي .
دفرسايشاتو دجمع اوري حسابونه :
ــــ ددفتر تجهيزاتو دفرسايش جمع اوري .
ـــــ دګدام تجهيزاتو دفرسايش جمع اوري .
ـــــ دتعميراتو دفرسايش جمع اوري .
- 23 - دمالي محاسبي معلوماتي سيستم
-
څرنګه چي مخکي ذکر شول ددوري دټولومعامالتو درست ثبت او لجرته دهغي دانتقال څخه وروسته
لومړني ازمايښتي بالنس ترتيبيږ ي او دوهم يااصالح شوي ازمايښتي بالنس داصالحي معامالتو دانتقال
څخه وروسته ترتيبيږي او ددوري په پاي کي داصالحي معامالتو دانتقال او دحسابونو دتړلو څخه
وروسته درييم ازمايشي بالنس ترتيبيږ ي .دابالنس دګټي اوتاوان حساب ته دمساوي دبت او کريديت
درقمونو دانتقال څرګندونه کوي .
اووم فصل :
دګټي اوتاوان حساب ترتيبول :
په تصديو کي دحقيقي حسابونو تر څنګ موقت حسابونه وجود لري چي ديو دروي په جريان کي
داقتصادي معامالتو په نتيجه کي رامنځ ته کيږي .نوموړي حسابونه دکال په پاي کي په شخصي پانګه
کي زياتوالي ياکموالي سبب ګرځي دامعاملي دعوايدو او مصارفو معاملي دي چي دعايد دمعاملو په
واسطه خپلني پانګه بيليږي او بر عکس دمصرف دمعاملو په واسطه خپلني پانګه کميږي په دي توګه
دعايد اومصرف دثبت لپاره ځانګړو حسابونوته اړتياده دعايد معاملي په يوه حقيقي يابالنسي حساب کي
دبت او دمربوطه عايد حساب نه کريديت کيږي ددي برعکس دمصرف معاملي په مربوط حساب کي
دبت او ديو بانکي حساب نه کريديت کيږي .
هغه طريقه چه په مرسته ئى ا سمى ( ) temporaryحسابونه صفر،ختم يا تړل کيږى
اوراتلونکى دورى معامالتو لپاره حسابونه برابروى دتړلويا Closingپروسه گڼل کيږى .
دحسابونو دتړلوپه پروسه کى دعايداتو اومصارفوټولوحسابو نو بالنسونه (دگټى اوتاوان عناصر ) يوبل
ځانگړى حساب ته چه دگټى اوتاوان حساب گڼل کيږى انتقال مومى کوم چه دمحاسبوى دورى په پاى کى
ترتيبيږى .په نتيجوى حساب کى عوايداومصارف يودبل په مقابل کى قرارورکول کيږى ددى مقابل
ورکولو څخه السته راغلى نتيجه ددورى خالص مفاد ياضررڅرگند وى چه دشخصى پانگى حساب ته
انتقال کيږى ( .په سهامي شرکتونوکى دنه ويشل شوى مفاد حساب ته انتقال کيږى
:مثال :ديوشرکت دعايداتو حسابونه دتعديلى معامالتو وروسته الندى ارقام لرى .دکال په آخرکى
دخرڅالوعوايد 280000$
دکرآيى عوآيد 27,000
دربحى عوايد 5,000
.داحسابونه بايد وتړل شي او بالنس يي دالندي تعديلي معاملي (ژورنال دپاره ) په مرسته انتقاليږي
دخرڅالو عوايد 280000
دکرايي عوايد 27000
دربحي عوايد 5000
دمفاداوضرونتيجه 312,000$
(دعايداتو حسابونو تړل دگټى اوتاوان نتيجى لپاره )
فرض کوو دمصارفو حسابونه دخرڅ شوواجناسو دمصارفوپه شمول دتعديلى معاملى وروسته دکال په
اخر کى الندى ارقام لرى .
خرڅ شوواجناسو مصارف 206000
دخرڅالومصارف 25000
عمومى ادارى مصارف 40600
دربحى مصارف 4400
په عايداتودمالياتومصارف 13000
دمصارفو حسابونه بايد وتړل شى اوبيالنس يى بايد په ژورنال کى دتړلومعاملى په مرسته انتقال شى .
(مفاداوضررخالصه نتيجه )
Income Summary 289,000
د خرڅ شوو آجناسو مصارف 206,000
- 24 - دمالي محاسبي معلوماتي سيستم
-
د خر څالو مصارف 25000
عمومي اداري مصارف 40600
دربحي مصارف 4400
په عايداتو د مالياتو مصارف 13000
(د ګټې او تاوان د نتيجې لپاره د مصارفو د حسابونو تړل )
اوس د ګټې او تاوان حساب ()$٢٣٠٠٠په مبلغ کريدت بالنس لري چه خالص مفاد څرګندوي .خالص
مفاد د ګټې او تاوان حساب د تړلو په مرسته د شخصي پانګې حساب ته(( سهامي شرکتونو کې نه ويشل
شوى مفاد)) حساب ته انتقال کيږي په الندې توګه :
D C
د ګټې او تاوان نتيجه 23000
نه ويشل شوى مفاد 23000
فرض کوو د کال په جريان کې ٧٠٠٠ډالر شريکانو ته توزيع کيږي د نه ويشل شوي مفآد حسآب تړل په
الندې توګه صورت نيسي
D C
نه ويشل شوى مفاد 7000
ويشل شوى مفاد 7000
Tشکل حسابونودتړلوپروسه
.دتړلوپروسه
- 25 - دمالي محاسبي معلوماتي سيستم
-
Dدخرڅ خرڅالوعايدات c C
شوواجناسومصرف D
End
Closing
206,000 206000 Closing End
Bal
280000 280000
Uosing
End bal 7000
7000
- 26 - دمالي محاسبي معلوماتي سيستم
-
.پددى توگه دذخاير ودحساب بالنس اخرنى موجود ښئى اواصالحى معاملى ته ضرورت نلرى .دباورى
کيدو په خاطرهرکال فزيکى ډول سره دټولواقالموموجودى صورت نيسى ولى دخريدارى حساب څخه
استفاده نه کيږى ځکه خريدارى مستقيما دذخاير وپه حساب کى دبت کيږى .همدارنگه خرڅ شو اجناسو
دمصرف حساب دذخايروڅخه وتلواجناسو معلومولولپاره اسعماليږى کوم قلمونه چى دذخاير وڅخه
خرڅيږى نودخرڅ شوو اجناسو مصرف دذخاير وپه حساب کى کريدت اودخرڅ شوو اجنا سو دمصرف په
حساب کى دبت کيږى .
دوره ئى ذخايرو سيستم په صورت کى دخريدارى حساب استعاليږ ى اوددورى په جريان کى دذخايرو حساب
ثابت پاتى کيږى ددورى په جريان کى دذخايروحساب لمړنى موجودڅرگند وى .دکال په پاى کى بايد دذخاير
و حساب دلومړنى ذخايرو اواخرنى موجوددتړلو ( ) closingپه مرسته اصالح يا تعديل شى اخرنى موجود
دموجودو اقالمونو فزيکى شميرنى په نتجه کى معلوم اودخريد قيمت يا مارکيټ قيمت (ياټيت ) سره قيمت
گذارى کيږى .
ددى سيستم الندى دخرڅ شوو اجناسو قيمت دلومړنى موجوداوخريدارى دمجموعى څخه داخرنى موجودپه
تفريق کولوسره معلوميږى .
دموضوع دښه وضاحت په خاطر چى دخرڅ شوو اجناسو مصارف دذخايرودايمى سيستم الندى څرنگه
سنجولوکيږى الندى مثال په نظرکى نيسو .
يوه مغازه $30000لمړنى موجود لرى ،خريداري ، $200000دترانسپورت مصارف $6000خريدارى
تنزيل $3000دترانسپورت مصارف $6000دخريدارى مستردى اودقيمت تخيصص $1000دخريدارى
تنزيل $3000اواخرنى موجود $26000دى .دخرڅ شوو اجناسو قيمت (مصارف ) په الندى ډول سره
سنجول کيږى .
C
دبيمى مصارف 360$
مخکى ادارشوى بيمه 360$
D
دربحى طلبات 800$
دربحى عوايد 800$
E
مخکى اداء شوى کرايى مصرف 500$
دکرايي مصرف 500$
F
شتمنى باندى مالياتو مصرف 2000$
دادار وړ ماليه (داينيونو حساب ) 2000$
داتعديلى معامالت دسنجش ورقى دتعديل ستونوته انتقال کيږى اوهره يوه معامله تشريح ډول سره هم ښودل
کيدل شى ،هغه حسابو نه چى دتعديلى معاملوله امله متاثره شوى مخکينى ازمايشى بالنس کى ندى اماده
شوى دمجموعى څخه وروسته ليست کيږى څرنگه چى په 20-1حل سنجش ورقه کى ښودل کيږى تر هغى
وروسته تعديلى ستونونه جمع اومتوازن کيږى .
-دسنجش ورقى ستونو نه () WORK sheet columns
دازمايشى بالنس ستونونه :
کوم ارقام اوعددونه چى دى ستونوکى ديوشرکت دلجرحسابونودبالنس څخه السته راغلى دشرکت دتجارتى
مالونه ذخيره دددستمبرپه 31مه $40000دتجارتى اموالو دذخيرى آخرنى موجوددى چى دهميشنى ذخيرى
دڅيړنى په نتجه کى الس ته راغلى .
اصالحى يا تعديالتوستونه ) Adjustments columns( :
کله چى دسنجش ورقى ته دتعديل شووارقامو انتقال مکمل شى نود تعديل شووستونو مساويتوب ياتوازن
برقراريږى اووروسته دټولو حسابونو بالنسونه ازمايشى بالنس ستونو ته انتقال کيږى .
Adjusted trial balance تعديل شوى ازمايش بالنس
- 29 - دمالي محاسبي معلوماتي سيستم
-
تعديل شوى ازمايش بالنس دمحاسبوى دورى په پاى دتعديالتو وروسته دټولوحسابونو بالنسونه څرگندوى
دمثال (په ټوگه 20-1-پشکل کى دمشکوکو طلبات تخصيص مقابل کى $2000دازمايشى بالنس کريديت
ستون کى ښودل شوى .
چى دتعديل شوى ستون $1000سره اضافه کيږى اوجمله $3000دتعديل شوى بالنس کريديت ستو ن ته
انتقاليږى .پدى توکه داداء شوى بيمى ستون په مقابل کى دبت رقم $900څخه دتعديالتودستو ن کريدت
$360رقم منفى اودهغى نتجه $540دتعديل شوى بيالنس ستون په دبت کى ښودل .
ورپسى دگټى اوتاوان حساب ددى معاملى په شمول تعادل پيداکوى ددى حساب دبت اوکريدت ترمنځ تفاوت
په -20-1حل کى $12200خالص مفاد څرگند وى خالص مفاد $12200دگټى اوتاوان حساب دبت ستون
ته انتقال کيږى اودتوازن پيداکولوپه خاطر دبالنس شيټ کريدت ستون ته انتقاليږى چى دنه ويشل شوي مفاد
زياتوالي ښيي .
دسنجش ورقي استعمال 20-1 :حل
ګڼي او تاوان حساب اصالح يا تعديل شوي اصالحات يا تعديالت ازمايشي بيالنس حسابونه بالنس ورقه
D C D Cازمايشي بالنس
D CD C
C
1200کسه 1200 1200
Notes receivable 16000 16000 16000
41000طلباتو حساب 41000 41000
دمشکوکو طلباتو لپاره تخصيص 2000 )b( 1000 3000 3000
40000تجارتي اموالو ذخيره 40000 40000
900اداء شوي بيمه )c(360 540 540
67000موبل او تجهيزات 67000 67000
دفرسايش جمع اوري 12000 )a( 6700 18700 18700
- 30 - دمالي محاسبي معلوماتي سيستم
-
متوسطي مودي قرض 20000 20000 20000
لنډي مودي قرض 13500 13500 13500
دقيمت لرونکو پاڼوارزښت اداء 30000 30000 30000
اسهام 50000 50000 50000
نه ويشل شوي مفاددجنوري اول 14200 14200 14200
نورعوايد اونفع
دشريکانو پانګه
( دشرکت نوم)