Download as pdf or txt
Download as pdf or txt
You are on page 1of 19

‫فقهي مقالې‬

‫د فورکس (آنالین رصافۍ)کاروبار د اسالمي رشیعت په ړنا کي‬

‫‪Ketabton.com‬‬

‫لیکنه او څېړنه‪ :‬مولوي بشیراحمد الحنفي‬


‫فاضل جامعة الرشید و خریج جامعة األزهر‬
‫د الفرقان مرکز القرآن الکریم او مدرسة أم املؤمنین حفصة ريض الله عنها د مدرسې مسئول‬
(c) ketabton.com: The Digital Library

1
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫پیل‬
‫د نړۍ د چټک پر مختګ رسه هره ورځ د معامالتو نوي‪ -‬نوي سیستمونه را وړانه دي کیږي‪ ،‬د دې بازارنو شاته لوی‬
‫متخصصین ناست وي‪ ،‬او دا سیستمونه چلوي‪ ،‬چي تر ډېره يې په اړه دقیق معلومات را ټولول خورا ستونزمن وي‪ .‬یو د‬
‫هغو تجارتونو څخه د فورکس بازار کاروبار دئ‪ ،‬چي په دې وروستیو کي د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه په ملیونو‬
‫انسانان په اخته دي؛ نو اړینه مي وګڼل چي باید پر دغه مهمه موضوع لیکنه وکړم‪.‬‬
‫ما په دې مقاله کي ډېره هڅه کړې‪ ،‬چي کره او دقیق معلومات الس ته راوړم‪ ،‬چي په پایله کی یې ما د معتمدو‬
‫اقتصاد پوهانو‪ ،‬متخصصینو او فقهاء کتابونو ته مراجعه وکړل همدارنګه مي د نړۍ مختلف فقهي مجالس او پرېکړي‬
‫هم وررسه وکتلې؛ ترڅو له هره اړخه معلومات دقیق او کره وي‪.‬‬

‫فورکس څه يش دئ؟‬
‫فورکس په لنډه توګه د بهرنیو اسعارو د تبادلې بازار ته ویل کیږي‪ .‬زموږ په عامه اصطالح بعض کسان ورته آنالین‬
‫رصايف هم وايي‪.‬‬
‫یا په بله اصالح د بهرنیو اسعارو د تبادلې کاروبار او یا د بهرنیو اسعارو د تبادلې نړیوال سټاک بازار هم ورته وايې‪.‬‬
‫په انګلیيس کي ورته ‪ FOREX‬یا ‪ FX‬وايې چي د دغه انګلیيس ( ‪ (Foreign Exchange market‬جميل څخه‬
‫اخستلی سوی دئ‪.‬‬
‫په فورکس کي استعاملیدونکي کرنس‬
‫په فورکس کي شپږ اسايس بهرنۍ کرنسۍ کاریږي؛ لکه ‪ :‬امریکایې ډالر ‪ USD‬یورو ‪ EUR‬او برطاين پاونډ ‪ GBP‬او‬
‫چاپانۍ ین ‪ GPY‬او اسټرايل ډالر ‪ AUD‬او د سوزرلینډ فرنک ‪.CHP‬‬
‫یادونه‪ :‬په فورکس کي د اسعارو تبادله په همجنس کرنيس نه کیږي؛ بلکي په مقابل جنس کرنسۍ کیږي ‪ ،‬مثال ډالر‬
‫په ډالرو نه کیږي؛ بليك ډالر په بيل مقابيل کرنسۍ بانه دي خرڅیږي‪.‬‬
‫په فورکس کي د بهرنیو اسعارو د تبادلې اندازه اوخت‬
‫د فورکس د خپل سایټ د معلوماتو مطابق په ورځني توګه پنځه ملیارډ بهرنۍ اسعار رسه تبادله کوي چي په اوونۍ‬
‫کي ‪ ۵‬ورځي کار کوي؛ یعني له جمعي ورځي څخه بیا تر دووشنبې پوري ‪ ۲۴‬ساعته کار کوي‪ ،‬خو په شنبه او‬
‫یکشنبه د رخصتۍ له امله بند وي‪.‬‬
‫فورکس د نړۍ څلور غټ بازارونه په څلورو بر اعظمو ( وچو) کي لکه آسیا ‪ ،‬اسټرالیا ‪ ،‬اوروپا او امریکا رسه یوځای‬
‫کوي‪.‬‬
‫د فورکس د کاروبار ډولونه‬
‫فوري بازار ‪ :‬په دې کي د اسعارو راکړه ورکړه دستي او یا په لنډه موده کي تر رسه کيږي ‪.‬‬

‫‪2‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ورستی ( د یوې مودې لپاره ) بازار ‪ :‬د اسعارو د راکړي ورکړي پر یوه ځانکړي قیمت اتفاق کیږي‪ ،‬خو حساب‬
‫وروسته کیږي‪.‬‬
‫مثال‪ :‬په دوشنبه ډالر د یورو په مقابل کي پلورل کیږي‪ ،‬خو ډالر د چهار شنبې په ورځ ورکول کیږي‪.‬‬
‫راتلونکی بازار ‪ :‬د اسعارو خرڅول او تسلیم کول دواړه په راتلونکي کي وي خو دوی اوس اتفاق پر کوي‪.‬‬

‫د فورکس مرکزي دفت‬


‫فورکس هیڅ فیزکي بازار نه لري دا د انټرنټ په واسطه چلیږي‪ ،‬هیڅ مرکزي برانچ او دفرت نه لري؛ بلکي د فورکس‬
‫ټوله کاروبار د اړیکو او کمپيوټر په وسیله دئ چي دې ته په انګلیيس کي (‪ )OTC‬وايي چي د ‪Over the counter‬‬
‫څخه اخیستل سوی دئ‪.‬‬
‫د فورکس تاریخ‬
‫د فورکس فکر بیع مقایضې څخه اخیستل سوی دی‪ .‬په پخوا زمانه کي چي کله نغده پیسه نه وه نو خلکو به توکي په‬
‫توکو خرڅول؛ مثال په غنمو به يې ورجي اخیستلې او‪ ،...‬خو د وخت په تېرېدو رسه خلکو د معادنو ګران قیمت ډبري‬
‫وررسه تبادله کولې؛ مثال یوه ګران بیه ډبره به په یو اندازه غوښو ورکول کېدل ‪ ،‬بیا وروسته سپین زر او رسه زر راغله‪ ،‬بیا‬
‫نو نوټونه او سیکې راغلې‪ ،‬چي همدغه پرمختګ د فورکس پیل وو‪.‬‬
‫په فورکس کي څوک کارو بار کوي؟‬
‫په فورکس کي د نړۍ مرکزي بانکونه‪ ،‬د پانګوين لوی بانکونه‪ ،‬لوی لوی رشکتونه‪ ،‬د بهرنیو اسعارو بروکران(‬
‫كمېشنکاران)‪ ،‬د پانګونې صندقونه‪ ،‬لوی تجاران او افراد کار کوي‪ ،‬چي په ثانیه کي په ملیونو اسعار رسه تبادله کیږي‪.‬‬
‫د فورکس د کاروبار څخه مخکي د یوڅو اصطالحاتو پېژندل اړین دي‪.‬‬
‫په فورکس کي د پانګوال کاروبار یو بروکر کمېشنکار مخته وړي‪.‬‬
‫کمېشنکار (سمسار) یو رشعي اصطالح ده چي په عام راکړه ورکړه کي کاریږي‪ .‬اما منځګړی (وسیط) په معارصو‬
‫مايل بازارونو کي کاریږي؛ لکن دواړه یو هدف مخته وړي‪ .‬خو په فورکس کي فعال بروکر یا کمېشنکار هغه رشعي‬
‫(سمسار) نه دئ؛ کوم چي کارو بار يې د رشائطو په مراعت کولو رسه رشعا جائز وي‪ .‬فقط دومره دئ چي‬
‫(کمېشنکار) په عامه اصطالح د دو کسانو تر منځ سودا جوړوي؛ خو (منځګړی) بیا د سودا یا کاروبار په اړه ځنیي‬
‫معلومات او پوهاوی هم وړانه دي کوي چي دا سودا ګټمنه ده یا نه ده‪ ،‬چي دا عموما په انټرنټي نړۍ کي وي؛ لکه‬
‫فورکس‪.‬‬
‫نو اوس چي زه خپل په دې مقاله کي کله کله کمېشنکار کلمه کاروم او کله کله منځګړي کلمه کاروم چي هدف مي‬
‫ورڅخه یو دئ خو هغه رشعي سمسار نه دئ ځکه په فورکس کي دا کمېشنکاري اصال جائز نه ده‪ .‬په فورکس کي‬
‫چي کوم کمېشنکاران کار کوي دوی خپله مستقیم د فورکس کمېشنکاران نه دي؛ بلکي دوی د نورو کمېشنکارانو‬
‫وکیالن دي‪.‬‬

‫‪3‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ـ په فورکس کي کمېشنکاران تنها افراد نه وي‪ ،‬بلکي ځیني رشکتونه او بانکونه هم دا رول لوبوي‪ ،‬چي دوی ځانته نور‬
‫کمېشناران وکیالن درويل وي او په فورکس کي کار ورته کوي‪.‬‬
‫په فورکس کي داخلېدل او د هغه رشطونه‬
‫یو شخص نغده پیسه لري اوس غواړې چي پیسې وګټي‪ .‬دی ځي لومړی فورکس کي ځانته اکاونټ خالصوي هلته‬
‫خپل مهم معلومات داخلوي وروسته د هغو شپږو کرنسیو څخه یوه کرنيس لکه ډالر سیستم ته اچوي؛ په دې رسه دا‬
‫کس مستقیم خپله په فورکس کي خپل کار مخ ته نيس وړلی؛ بلکی یو بل منځګړی رشکت یا فرد په واسطه یې‬
‫کوالی يس‪ ،‬په دايس حال کي چي دا بل کس یا رشکت به ځان د فورکس کمېشنکار معريف کوي‪ .‬مثال یو کس‬
‫غواړي د زرو ډالر کاروبار وکړي او لري ‪ ۱۰۰‬ډالر‪ ،‬دی د یوه منځګړي څخه‪ ۹۰۰‬ډالر قرض لیورج اخيل؛ ترڅو د ده‬
‫حد زر ډالر ته ورسيږي‪ ،‬او بیا مخکي په ډالر باندي کومه بله کرنيس رانیيس‪ ،‬کله چي د هغه کرنسۍ قیمت لوړ يس‬
‫بیرته یې خرڅوي‪ ،‬په منځ کي چي د کرنسۍ د قیمت لوړوالی اوکښتوالی دئ‪ ،‬هغه ګټه پانګوال ته پاته کیږي‪.‬‬
‫اوس پر دا هره کاروبار چي پانګوال يې کوي کمېشنکار خپل ګټه ورڅخه اخيل؛ ځکه چي هغه خو قرض ورکړی‬
‫دئ‪ ،‬دا کس همدې ګټي ته ناست وي‪ .‬همدارنګه کله چي کمېشنکار و پانګوال ته قرض لیورج ورکړي نو د‬
‫پانګوال خپل اصيل مال کمېشنکار ورڅخه ضبط کړي ترڅو چي دغه کاروبار خالصیږي‪ ،‬یعني پانګوال خپل د دغو‬
‫پیسو څخه غیر په فورکس کي د سودا کو بل هیڅ ډول ګټه نيس اخیستالی‪ .‬بل داچي کله کمېشنکار و پانګوال ته‬
‫ډالر قرض ورکوي دا دي رشط پر ایږدي چي دی به دغه ډالر د بيل کرنسۍ په مقابل کي وهي نه خپله د ډالر په مقابل‬
‫کي‪.‬‬
‫اوس که چیري دا پانګوال ‪ ۱۰۰‬ډالر وګټي‪ ،‬نو هغه کمېشنکار د ده څخه خپل ‪ ۹۰۰‬ډالر کرځوي‪ ،‬دا شخص ته سل‬
‫ډالر ګټه پاته کیږي‬
‫ښه! اوس که دغه شخص چي زر ډالر يې سودا ته اچويل تاوان يې وکړ مثال ‪ ۹۰۰‬ډالر خو ده ته کمېشنکار ورکړي وه‬
‫او سل د ده خپل وه‪ ،‬نو د تاوان په صورت کي بروکر خپل ‪ ۹۰۰‬ګرځوي او د ده سل ډالر والړه تاواين سوه‪.‬‬
‫دا ټوله کاروبار هغه وخت رس ته رسیږي چي دی خپل کاروبار وتړي‪ ،‬خپيل باقي پیسې راوبايس‪ ،‬که ګټيل وي او که‬
‫يې تاوان کړی وو کمېشنکار خپل ‪ ۹۰۰‬ډالر بايس‪.‬‬
‫یادونه‪ :‬د فورکس په کاروبار کي تنها پانګوال تاواين کیږي‪ ،‬کمېشنکار چي کومي پیسې د قرض په شکل ایږدي هغه‬
‫هیڅکله تاوان نه کوي؛ ځکه خو علامء کرام وايي چي دا کاروبار دوکه او فریب دئ او یو طرف پکښي تاوان ویني‬
‫او هغه بل لوري فقط ګټه اخيل اما تاوان ته رس نه نیيس‪ .‬په اسالم کي د دا ډول راکړي ورکړي تصور نسته‪ ،‬بلکي‬
‫‪1‬‬
‫اسالم وايې‪ :‬الغرم بالغنم یعني ګټه په تاوان ده‬

‫‪ :1‬رشح مجلة األحكام‪ :‬م‪ 87 :‬ص‪ .‬األشباه والنظائرابن النجيم‪151 :‬‬

‫‪4‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫د فورکس په کاروبار کي طرفونه‬


‫لومړی ‪ :‬هغه پانګوال وي چي غواړي په فورکس کي پانګونه وکړي‪.‬‬
‫دوهم ‪ :‬منځګړی یا کمېشنکار هغه یو شخص‪ ،‬رشکت او یا بانک وي چي د پانګوال لپاره کار کوي‪.‬‬
‫دریم ‪ :‬خرڅونکی د مارجن په صورت کي‪.‬‬
‫څلورم ‪ :‬قرض ورکوونکی؛ هغه چي پانګوال ته قرض ورکوي چي دا کس به کمېشنکار او یا بانک وي چي‬
‫کمېشنکار وررسه کار کوي‪.‬‬
‫یادونه ‪ :‬د کاروبار په صورت کي کمېشنکار دوه روله لوبوي؛ یو قرضدار بل د کمېشنکار‪ ،‬چي وروسته به يې موږ‬
‫حکم درته ذکر کړو‪.‬‬

‫د اسعارو د خرڅولو رشعي مفهوم‬


‫د اسعارو خرڅول یا رانیول هغه تجارت دئ‪ ،‬چي د ګټي لپاره کیږي‪ .‬په دې کاروبار کي الندي مسائل داخل نه دي‪.‬‬
‫‪ :۱‬مطلق د یوې کرنسۍ رانیول یا خرڅول؛ لکه ډالر په افغانیو رانیول؛ ځکه کیدای يس د دې کاروبار څخه هدف ګټه‬
‫نه وي بلکي یو شخص خپل مشکل په حل کوي‪.‬‬
‫‪ :۲‬په کرنسیو حوالې کول؛ لکه د پور ( قرض) حواله وي ( نقل الدین (قرض) من ذمة الی ذمة أخری) یا عادي د پيسو‬
‫مروجي حوالې وي‪ .‬ځکه د حوالو څخه هدف ګټه نه وي؛ بلکي یوه کرنسۍ په خپل قیمت بل ځای حواله کول وي‬
‫‪2‬‬
‫د خلکو د شخيص کاروبار او مصلحت لپاره‪.‬‬
‫په اسعارو مضاربت کول‬
‫په اسعارو مضاربت کول چي په انګلیيس ورته(‪ )speculation‬وايي؛ دا هغه رشعي مضاربت نه دئ کوم چي په فقه‬
‫اسالمي کي ورته اشاره سوې؛ ( پیسې د یوه نفر وي او کار دبل چا وي او ګټه په اتفاق رسه تقسیم کیږي)‬
‫په اسعارو کي مضاربت یو ډول قامر یا مجازفه غوندي دئ؛ هغه دايس چي د اسعارو راکړه ورکړه یو خطر دئ ځکه‬
‫عادي افراد د اسعارو او بازار په خطرناکو تحوالتو باندي نه پوهیږي؛ نو دی چي کله پانګونه کوي خپل مال یو ډول‬
‫خطر ته ورکوي چي دا قامر رسه مشابه دی او حرام دئ‪.‬‬
‫‪3‬‬
‫كل عقد معلق عىل خطر الحدوث من عدمه غري جائز رشعا‬
‫په اسعارو کي د مضاربت معنی دا ده چي کرنيس اخیستل کیږي؛ نه د دې لپاره چي پور ( قرض) په ادا کړي یا یو‬
‫شی په واخيل بلکي د دې لپاره چي ګټه په وکړي‪.‬‬
‫یا په بله معنا؛ نن يې خرڅوي سبا يې رانیيس او یا نن یې رانیيس سبا یې خرڅوي‪.‬‬

‫‪ :2‬دراسات املعايري الرشعية ( ‪ ) ۱‬ص ‪۵۲‬‬


‫‪ :۳‬ويف فتاوى دار اإلفتاء املرصية الجزء ‪ 7 :‬صفحة ‪233 :‬‬

‫‪5‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫په عامه توګه په اسعارو مضاربت پر اشاعاتو والړ وي‪ ،‬ځیني بیا قصدا د خپل ګټي لپاره د بازار نرخ خراپوي؛ یوه‬
‫کرنيس ډېره خرڅوي چي قیمت يې کښته يس بیرته یې رانیيس‪ .‬یا عکس د دې کار کوي یعني یوه کرنيس ډېره اخيل‬
‫‪4‬‬
‫چي قیمت لوړ يس ډېر ‪ ،‬بیرته يې خرڅوي په پورته قیمت ترڅو هغه خپل ګټه الس ته راوړي‪.‬‬

‫د فورکس په کاروبار کي یو څو مهمي مالحظې او رشعي احکام‬


‫‪ :۱‬په فورکس کي (‪ )Leverage Financial‬په نوم مالیه کاریږي‪ ،‬په دايس ډول چي (کمېشنکار) رشکت یا بانک و‬
‫پانګوال ته یو یوه اندازه پیسې ورکوي چي خپله پانګه څو چنده په لوړه کړي‪ .‬دې ته عريب کي( الرافعة املالیة) وايې‪.‬‬
‫د اقتصاد پوهانو په اند لیورج ( الرفعة املالیة)‬
‫د خلکو څخه پیسې قرض کول او په هغه رسه د خپل مال پانګه لوړول؛ ترڅو تر اصل مال اضافه ګټه الس راوړل‬
‫‪5‬‬
‫يس او بیا پر هغه قرض پیسو خپل قرضدارانو ته معلومه ګټه ( سود) ورکول يس‪.‬‬
‫په فورکس کي لیورج په دايس شکل وي چي یو پانګوال زر ډالر لري اوس دی غواړي خپل د رانیولو قوت لوړ کړي‬
‫یعني د زر ډالر څخه يې و لس زره ډالر ته پورته کړي؛ نو دی بیا دغه لیورج کاروي هغه دايس چي یو کمېشنکار‬
‫(رشکت وي که بانک او یا افراد) د ده اکاونټ ته په فورکس کي نهه زره ډالر ور اړوي د قرض په شکل‪ ،‬بیا دغه‬
‫پانګوال د زر ډالر پر ځای په لس زره ډالر خپل اسعار رانیيس او خرڅوي‪ ،‬چي دغه پانګوال بیا هغه کمېشنکار ته پر‬
‫هر کاروبار یو معلومه فیصدي ورکوي‪.‬‬
‫د لیورج د استعامل اسايس هدف‬
‫لیورج د دې لپاره کاریږي چي پانګوال لوړه ګټه الس ته راوړي یعني کله چي دی زر ډالر لري نو د زر ډالر په اندازه‬
‫ګټه کوي؛ خو که دغه لیورج وکاروي بیا نو د لس زره په اندازه ګټه الس ته راوړي‪.‬‬
‫د لیورج په استعامل کي چي څومره ګټه ده همدومره بیا سخت تاوان هم پکښې دئ‪ ،‬آن تر دې چي کله کله پانګوال‬
‫د خپل اصل مال څخه خالصوي‪.‬‬
‫د لیورج د استعامل اندازه‬
‫دا چي د لیورج استعامل ډېر خطر لري نو پر منځګړو کمېشنکارانو رشکتونو رقابت وضع کړی چي په محدود اندازه‬
‫لیوج ورکولی يس ‪ .‬د مثال په توګه‪:‬‬
‫‪) ۲۰ :۱ ( :۱‬‬
‫‪) ۵۰ :۱ ( :۲‬‬
‫‪) ۱۰۰ :۱ ( :۳‬‬
‫‪) ۲۰۰ :۱ ( :۴‬‬

‫‪ :4‬دراسات املعايري الرشعیة ( املرجع السابق)‬

‫‪ :۵‬األحکام الفقهیة املتعلقة بالرافعة املالیة دراسة فقهیة مقارنه ص ‪۱۳۷۱‬‬

‫‪6‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪) ۴۰۰ :۱ ( :۵‬‬


‫‪ ) ۱۰۰۰ :۱ ( :۶‬په فورکس کي تر دغه حد هم لیورج کارېدلی يس‪.‬‬
‫د دې مثال دايس راځي؛ یو شخص ‪ ۱‬ډالر لري‪ ،‬اوس دی لومړی آپشن ( ‪ ) ۲۰ :۱‬لیورج کاروي؛د دې معنا دا ده چي‬
‫اوس دی د یوه ډالر پر ځای شل ډالر لري یو ډالر خپل لري ‪ ۱۹‬يې د کمېشنکار څخه د لیورج په شکل قرض کړه‪.‬‬
‫د لیورج پر استعامل د رشیعت ځیني احکام‬
‫پر قرض ګټه اخیستل سود دی‬
‫لومړی‪ :‬لیورج چي کومي پیسې پانګوال ته ورکوي هغه قرض دئ او کمېشنکار بیا د پانګوال څخه پر دغه قرض د‬
‫هر کاروبار پر رس ګټه اخيل نو دا خو معلوم سود دئ‪ ،‬چي په اجامع د فقهاء حرام دئ‪.‬‬
‫‪6‬‬ ‫كل ٍ‬
‫قرض ج َّر منفع ًة فهو ِربًا‪.‬‬ ‫‪ :۱‬عيل بن أيب طالب ريض الله عنه قال ‪ُّ :‬‬
‫‪7‬‬
‫قرض ج َّر َمن َف َع ًة فهو وج ٌه من ُوجو ِه ال ِّربا‪.‬‬
‫كل ٍ‬‫‪ :۲‬عن فضالة بن عبيد أنه قال ‪ُّ :‬‬
‫وقد نقل ابن املنذر إجامع العلامء عىل ذلك فقال ‪:‬أجمعوا عىل أن املسلف إذا اشرتط عىل املستسلف زيادة أو‬
‫‪8‬‬
‫هدية فأسلف عىل ذلك أن أخذ الزيادة عىل ذلك ربا‪.‬‬
‫‪9‬‬
‫قال العیني‪( :‬أجمع املسلمون بالنقل عن النبي صىل الله عليه وسلم أن اشرتاط الزيادة يف السلف ربا حرام)‪.‬‬
‫دحدیث څخه د استدالل‬
‫په حدیث رشیف کي په واضحه توګه یادونه سوې چي هر هغه قرض چي ګټه ولري هغه سود دئ‪ .‬نو كمېشنکار چي‬
‫پانګوال ته قرض ورکوي او پر هغه بیا د هر کاروبار پر رس ګټه اخيل نو دا معلوم سود دئ‪.‬‬
‫دوهم‪ :‬په عقد (تړون) کي د مقتضی خالف رشط ایښودل د عقد خالف دئ‬
‫الف‪ :‬هر شخص د ګټي او تاوان په صورت کي هغه کرنيس اخیستلی يس په کومه کرنسۍ چي ده پاګونه کړې وي دا‬
‫رشط د پانګوال او فورکس اسايس رشط دي‪ .‬د دې مثال دايس دئ چي تا یورو رانیول اوس دی ګټه وکړل تاته‬
‫کمېشنکار اوس یورو نه درکوي بلکي ته مجبوره يې هغه کرنسۍ ته به اړوې په کومه چي تا په لومړۍ ورځ پانګونه‬
‫رشوع کړې ده‪.‬‬
‫ب‪ :‬دا لومړی رشط چي ته مجبوره کېږې چي هغه کرنيس به خرڅوي؛ دا یو دايس رشط دئ چي کاروبار د رضایت‬
‫څخه بايس‪ ،‬په ټولو رشعي معامالتو کي رضایت رشط دئ لکه څنګه چي قرآن کریم ورته اشاره کړې‪ :‬إِالَّ أَ ْن تَكُو َن تِ َ‬
‫جا َر ًة‬
‫‪10‬‬
‫اض ِمنْكُ ْم‬
‫ن تَ َر ٍ‬
‫َع ْ‬

‫اوس که یو سړی غواړي چي هغه کرنيس واخيل چي ده رانیولې نو کمېشنکار هیڅ حق نه لري چي هغه مجبوره‬
‫کړي چي خامخا یې خرڅه کړه ځکه په دې رشط کي هم د کمېشنکار ګټه ده ؛ ځکه چي کله دغه کرنيس په ده په‬
‫زوره خرڅیږي نو د خرڅ په صورت کي بیا کمېشنکار خپل ګټه په دغه کاروبار کي اخيل‪.‬‬

‫‪ :۶‬أخرجه الحارث يف ((املسند)) (‪ ،)437‬والديلمي يف ((الفردوس)) (‪)4778‬‬


‫‪ :۷‬السنن الکربی للبیهقي ‪۳۵۰ /۵‬‬
‫‪ :۸‬االجامع البن املنذر ص ‪۱۰۷‬‬
‫‪( ()45/12. :۹‬عمدة القاري))‬
‫‪ :۱۰‬النساء‪29:‬‬

‫‪7‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ج‪ :‬تر ټولو خطرناکه صورت خو همدغه اول رشط دئ هغه دايس چي کله پانګوال په یورو کي ګټه وکړي؛ نو‬
‫کمېشنکار دی مجبوره کوي چي باید دا کرنيس په هغه کرنيس خرڅه کړي په کومه چي ده لومړی ځل پانګونه کړې‪،‬‬
‫اوس به پانګوال دا تبادله یا په ګټه کوي یا په تاوان‪ ،‬که تاوان ئې کوی نو دی مجبوره دی خپل کاروبار تر دا بيل‬
‫ورځي خالصه پرېږدي‪ ،‬کله چې دی کاروبار خالصه پرېږدي نو دلته بیا کمېشنکار د سوپ ‪ Swap‬په نوم فیس‬
‫ورڅخه اخيل‪( .‬د دې فیس د رشعي حکم په اړه وروسته تفصیل ذکر کوم)‬
‫دا ټول دايس رشطونه دي چي د عقد ( تړون) د مقتضی خالف دي‪ .‬نه د عقد د مصلحت څخه دی او نه د عقد رسه‬
‫رس خوري‪ ،‬نو بناءا دا رشط ایښودل نا جائز دئ‪ .‬پانګوال چي هر کله کاروبار په هره کرنسۍ وکړه هغه مقابل کرنيس‬
‫پانګوال اخیستلی يس‪.‬‬
‫قال الكاساين يف "بدائع الصنائع‪ :" :‬ومنها‪- ،‬أي من الرشوط املفسدة للبيع‪ -‬رشط ال يقتضيه العقد‪ ،‬وفيه منفعة للبائع أو‬
‫‪11‬‬
‫املشرتي‪ ،‬أو للمبيع إن كان من بني آدم كالرقيق‪ ،‬وليس مبالئم للعقد وال مام جرى به التعامل بني الناس‪.‬‬
‫" الرشط الفاسد أو الباطل‪:‬‬
‫هو رضبان‪ :‬أحدهام‪ :‬ما يفسد العقد ويبطله‪ ،‬وثانيهام‪ :‬ما يبقى الترصف معه صحيحا‪.‬‬
‫الرضب األول‪ :‬ما يفسد العقد ويبطله‪.‬‬
‫ضابط هذا الرضب عند الحنفية‪ :‬اشرتاط أمر يؤدي إىل غرر غري يسري‪ ،‬أو اشرتاط أمر محظور‪ ،‬أو اشرتاط ما ال يقتضيه‬
‫العقد‪ ،‬وفيه منفعة ألحد املتعاقدين‪ ،‬أو للمعقود عليه‪ ،‬وال يالئم مقتىض العقد‪ ،‬وال مام جرى عليه التعامل بني الناس‪،‬‬
‫وال مام ورد يف الرشع دليل بجوازه‪.‬‬
‫دریم ‪ :‬د فورکس په بازار کي خپله کاروبار تر راتلونکي ورځي پوري خالصه پرېښودل د فیس په ادا کولو رسه‬
‫کیږي‬
‫دې ته د فورکس په بازار کي ) ‪ ) Swap‬ورته وايي‪ ،‬د دې مطلب دا دئ چي که ته غواړې د راتلونکې څلورویشت‬
‫ساعته لپاره خپل کاروبار خالصه پرېږدې نو ته باید خپل اړوند کمېشنکار ته فیس تادیه کړې چي دا تادیه د هر هیواد‬
‫د وخت رسه فرق لري مثال افغانستان کي د شپې پر ‪ ۲:۳۰‬باندي که ستا کاروبار د راتلونکي ورځي لپاره خالصه وه نو‬
‫فیس درڅخه اړوند کمېشنکار اخيل‪.‬‬

‫د سوپ ( ‪ ( Swap‬فیس اخیستلو رشعي حکم‬


‫مخکي تر دې چي د سوپ حکم وپېژنو لومړی به د سوپ د تطبیق طرز العمل وپیژنو‪ ،‬تر څو حکم ورباندي ورکړل‬
‫يس؛ ځکه د یويش چي تصور سم واخیستل يس بیا حکم وربانه دي سم کېدلی يس‪.‬‬
‫د مسألې صورت ‪ :‬په فورکس کي ځیني سودا وي فوري وي لکه مخکي چې موږ د فورکس په ډولونو کي اشاره‬
‫ورته وکړه‪.‬‬

‫‪ :۱۱‬يف "املوسوعة الفقهیة" (‪:)16 -13 /26‬‬

‫‪8‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫فوري کاروبار دايس وي چي ته اوس ډالر په یورو بديل کړې او کومه کټه چي الس ته راوړې هغه او ستا پیسې تاته‬
‫اوس درکول کیږي‪ ،‬په ځینو وختونو کي بیا دوې ورځي وروسته ورکوي دا عموما په رخصتیو کي کیږي خو که‬
‫بالفرض ده اوس دغه پیسې وانخیستلې او غواړي خپل کاروبار تر راتلونکي څلرویشت ساعته پوري خالصه پرېږدي‬
‫نو په دې صورت کي به دی فیس تادیه کوي‪.‬‬
‫بل دا چي سوپ د کمېشنکار رسه تړاو لري ‪ ،‬ته چي په فورکس کي پانګونه کوي باید د یو منځګړی ( کمېشنکار )‬
‫رسه خپل مارجن کښېږدې په دې معنی چي خپيل پیسې چي ته غواړې پانګونه پر وکړې هغه وررسه باید رضور‬
‫کښېږدې؛ اوس چي ته غواړې اسعار تبادله کړې نو لیورج به اخلې چي لوړ یې موږ په تفصیل رسه بحث و کړه چي‬
‫دغه لیورج بیا قرض دی د رشیعت له نظره اوس چي پانګوال خپله کاروبار د راتلونکي څلرویشت ساعته لپاره‬
‫خالصه پرېږې نو دی به فیس تادیه کوې اوس دغه فیس د رشیعت له نظره حالل دی که حرام؟ دلته یې حکم بیانوو‪.‬‬
‫علامء کرام د سوپ استعامل مشابه کوي د سود رسه؛ د ربا صورت يې دايس جوړیږي؛ کله چي کمېشنکار پانګوال‬
‫ته قرض ورکړی او پانګوال غواړي خپل کاروبار تر سبا خالصه پرېږدي‪ ،‬چي په دې صورت کي کمېشنکار فیس‬
‫ورڅخه اخل‪ ،‬اوس نو دا فیس پر هغه قرض باندي اضافه سو چي کمېشنکار و پانګوال ته د لیورج په صورت کي‬
‫‪12‬‬
‫ورکړی وه؛ دلته پر قرض باندي ګټه راغلل چي دا حرام دئ‪.‬‬
‫د ربا حکم‬
‫ك بِأَنَّ ُه ْم قَالُوا ْ إَِّنَّ َا الْبَيْ ُع‬
‫س ذَلِ َ‬ ‫ن يَأْكُلُو َن ال ِّربَا الَ يَقُو ُمو َن إِالَّ ك ََام يَقُو ُم ال َِّذي يَتَ َ‬
‫خبَّطُ ُه الشَّ يْطَا ُن ِم َ‬
‫ن الْ َم ِّ‬ ‫قال الله تعاىل‪ ﴿ :‬ال َِّذي َ‬
‫‪13‬‬
‫ِمث ُْل ال ِّربَا َوأَ َح َّل اللّ ُه الْبَيْ َع َو َحر َّ َم ال ِّربَا ﴾‬
‫ن آ َمنُوا الَ تَأْكُلُوا ال ِّربَا أَضْ َعافًا ُمضَ ا َع َف ًة َواتَّقُوا اللَّ َه لَ َعلَّ ُ‬
‫ك ْم تُ ْفلِ ُ‬
‫حو َن ﴾‬ ‫قال تعاىل ‪ ﴿:‬يَا أَيُّ َها ال َِّذي َ‬
‫‪14‬‬
‫قال رسول الله صىل الله عليه وسلم ‪ ” :‬ال ربا إال يف النسيئة “‪ ،‬أو ‪ ” :‬إَّنا الربا يف النسيئة ”‬
‫ُ‬
‫رسول الله صىل الله عليه وسلم‬ ‫ن‬
‫وروى مسلم من حديث جابر ريض الله عنه قال رسول الله صىل الله عليه وسلم‪ « :‬ل َع َ‬
‫ءاكِ َل ال ِّربا و ُموكِلَ ُه وكاتِبَ ُه وشَ ا ِهدَي ِه َ‬
‫وقال ُهم َسوا ٌء »‪ .‬يحرم الربا فعلُه وأكلُه وأخذه وكتابتُه وشها َدتُه ومنه ما هو من طريق‬
‫القرض (الدَّين) ومنه ما هو متعلّق باملطعومات والذهب والفضة‪.‬‬
‫فأّن‬ ‫مثل الربا إذ ال ِح ُّل مع ال ُ‬
‫حرمة ضدّان ّ‬ ‫يف قوله تعاىل‪" :‬وأ َح َّل الل ُه البَي َع و َحر ّ َم ال ِّربَا " إنكار عىل الذين قالوا إَّنّ ا البيع ُ‬
‫يتامثالن‪.‬‬
‫حديث أيب هريرة ريض الله عنه قال‪ :‬قال رسول الله صىل الله عليه وسلم‪( :‬اجتنبوا السبع املوبقات)‪ .‬قالوا يا رسول‬
‫الله‪ ،‬وما هن؟ قال‪( :‬الرشك بالله‪ ،‬والسحر‪ ،‬وقتل النفس التي حرم الله إال بالحق‪ ،‬وأكل الربا‪ ،‬وأكل مال اليتيم‪ ،‬والتويل‬
‫‪15‬‬
‫يوم الزحف‪ ،‬وقذف املحصنات الغافالت املؤمنات)؛‬

‫‪ :۱۲‬مجمع الفقه االسالمي امته دوره په تاریخ ‪۲۰۰۶/۴/۱۲‬‬


‫‪ :۱۳‬سورة البقرة‪.275/‬‬
‫‪ ( :۱۴‬صحيح البخاري ‪ ،98/3‬وصحيح مسلم ‪) 109/4‬‬
‫‪ :۱۵‬رواه البخاري ومسلم‬

‫‪9‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫بل دا چي دا ډول فیس اخیستل د خلکو مال په باطله (غلطه) طریقه خوړل دي هغه دايس چي دغه پانګوال خپل‬
‫کاروبار خالصه پرېږدي بیا تاواين يس بیا خالصه پرېږدي د ګټي په نیت بیا تاواين يس او په دې کي کمېشنکار خپيل‬
‫پیسې وي او پانګوال قرضداره کیږي نو دا خو په باطله طریقه د خلکو مال خوړل دي‪.‬‬
‫همدارنګه د کمېشنکار له لوري پر پانګوال دارشط ایښودل چي ستا کاروبار خالصه پرېږدم خو ته به ماته فیس‬
‫راکوي چي دا رشط خپله د عقد د مقتضی خالف دئ‪.‬‬
‫او دا چي په فورکس کي لیورج کاریږي چي هلته قبض د سودا وروسته نه کیږي او لیورج خو قرض وي دی بیا فیس‬
‫‪16‬‬
‫هم پر ایږدي نو دا خو قرض په قرض سودا ده چي داهم حرامه ده‪.‬‬

‫په فورکس کي د مارجن ( ‪ ) margin‬استعامل‬


‫د مارجن پېژندل‬
‫کوم پانګوال چي په فورکس کي پانګونه کوي نو دی یوه برخه پیسې د کمېشنکار رشکت یا بانک رسه ایږدي‪ ،‬یوڅه‬
‫برخه بیا کمېشنکار ده ته په قرض ورکوي چي هغه ته لیورج وايي د یوڅه ګټي (سود) په مقابل کي‪ ،‬خو د پانګوال‬
‫دغه برخه پیسې کمېشنکار د ځان رسه د ګرو په شکل ایږدي ترڅو پانګوال خپله کاروبار تکمیلوي‪ ،‬کله چي کاروبار‬
‫‪17‬‬
‫خالص يس کمېشنکار د ده برخه پیسې بیرته ورته سپاري‪.‬‬
‫په یو بل تعریف مارجن دې ته ویل کیږي چي پانګوال د مال یوه برخه پیسې ایږي‪ ،‬یوه لویه برخه بیا په قرض کوي‬
‫‪18‬‬
‫چي غټه سودا او کاروبار وکړي او خپل دغه یوه برخه پیسې د کمېشنکار رسه د ګروی په شکل ایږدي‪.‬‬
‫د مارجن د استعامل هدف‬
‫پانګوال مارجن د دې لپاره کاروي چي د ده اکاونټ د چټک بازار‪ ،‬بې رس او رسبند بازار په منځ کي د سقوط څخه‬
‫وژغورل يس او تاوان ونکړي‪.‬‬
‫د مارجن ډولونه‬
‫‪ :۱‬مارجن اکاونټ (‪ )Margin Accoun‬دا عبارت د هغه اجاميل مبلغ څخه دئ چي د کاروبار په اکاونټ کي‬
‫پانګوال او کمېشنکار ایښي وي‪.‬‬
‫‪ :۲‬غوښتونکی مارجن(‪ )Required Margin‬هغه مبلغ چي پانګوال يې د کمېشنکار رسه ایږدي ترڅو د تجارت‬
‫کاروبار خالصه کړي‪.‬‬
‫‪ :۳‬استعاملېدونکی مارجن( ‪ ) Used Margin‬دا هغه مبلغ دئ چي کمېشنکار ( منځګړی ) و پانګوال ته ورکوي چي‬
‫خپل کاروبار په وکړي چي لیورج هم ورته وايي‪ ،‬خو دا مبلغ د کمېشنکار تر نېګرانۍ الندي وي‪ ،‬پانګوال يې تر هغه‬
‫نيس کښلی ترڅو چي پانګوال خپل کاروبار خالصه نکړي‪.‬‬

‫‪ :۱۶‬األحکام الفقهیة املتعلقة بالرافعة املالیة دراسة فقهیة مقارنة ص ‪۱۴۱۹‬‬


‫‪ :17‬سوق األوراق املالیة ‪ .‬دکتور خورشید محمد اقبال ص ‪ . ۳۸۵‬الرشاء بالهامش يف سوق األوراق املالیة دراسة فقهیة مقارنه ص ‪۸۸۰‬‬
‫‪ :18‬بورصة األوراق املالیة من منظور اسالمي دکتور شعبان الربواري ص ‪ . ۱۷۸‬أحکام املتاجرة بالهامش دراسة فقهیة مقارنة ص ‪۶‬‬

‫‪10‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪ :۴‬د استعامل وړ مارجن( ‪ )Usable Margin‬دا هغه مبلغ دئ چي پانګوال اجازه لري چي نوې پانګه په وکړي‬
‫وروسته ترهغه چي دی تاواين سوی وي خو دا اندازه مبلغ هغومره وي څومره چي ده لیورج اخیستی وي او یا هغه‬
‫‪19‬‬
‫ګرو یا ضامنتي مبلغ وي چي ده و کمېشنکار ( منځګړي) ته پرېښی وی‪.‬‬
‫د مارجن پر استعامل ځیني مرتب سوي رشعي احکام‬
‫مخکي تر دې چي د مارجن رشعي حکم وپېژنو لومړی به د لیورج او مارجن ترمنځ توپري وپېژنو‬
‫الف‪ :‬مارجن او لیورج ډېر رسه نیژدي ديږ لیورج هغه پیسو ته ویل کیږی چي ستا پر اصل مبلغ ایښودل کیږي ترڅو‬
‫ستا د پانګي کچه لوړه کړي‪ .‬او مارجن بیا هغه مبلغ ته ویل کیږي چي ستا څخه يې لومړی کمېشنکار اخيل او د ځان‬
‫رسه یې د کاروبار تر خالصېدو د ګروی په شکل په اکاونټ کي ایږدي‪.‬‬
‫ب‪ :‬په فورکس کي د کاروبار په حالت کي کیدای يس چي ستا اصل مبلغ چي تا مارجن په شکل و منځګړي‬
‫کمېشنکار ته ایښي د بازار د خطرناک تحول په حالت کي ټول تاواين يس یا ستا د السه ووځي اما لیورج چي تاته‬
‫درکړل سوی هغه له منځه نه ځي بلکي پاته کیږي چي ستا د تاوان په صورت کي کمېشنکار خپل لیورج اخيل‪.‬‬
‫ج ‪ :‬که په ساده ژبه ووایم نو مارجن هغه مبلغ دئ چي کمېشنکار يې درڅخه غواړي او کمېشنکار چي ستا پر مبلغ‬
‫کومي پیسې اضافه کوي تر څو ستا پانګه په غټه سویه ويس هغه ته لیورج وایي‪.‬‬
‫‪ :۴‬که چیري پانګوال په کاروبار کي تاواين يس نو ده ته اخطار ورکول کیږي چي نور مبلغ د مارجن په توګه رارسه‬
‫کښېږده چي ستا د تاوان مخنوی ويس دې ته دوی د مارجن خربداری وايي که چیري پانګوال نور مبلغ د مارجن په‬
‫توګه د کمېشنکار رسه ایږدي خو ښه دی کنې کمېشنکار د پانګوال اکاونټ تړي چي دې ته دوی اضطراري تړل‬
‫وايي‪.‬‬
‫د مارجن حکم‬
‫د مارجن استعامل د رشیعت د څو مواردو رسه په ټکر کي دئ‬
‫لومړی‪ :‬دا سود دی‪ ،‬که چیري کمېشنکار و پانګوال ته پیسې ورکوي چي خپله کاروبار په وکړي بیا پر هر کاروبار د‬
‫پانګوال څخه معین مبلغ اخيل نو دا خو بانک و پانګوال ته قرض ورکوي او پر قرض بیا ګټه اخيل چي همدا عین‬
‫سود دئ‪ .‬چي مخکي مو د سود حکم درته بیان کړ‪.‬‬
‫بل دا چي کمېشنکار د اسعارو د قیمت څخه هم ګټه اخيل؛ مثال لومړی دی یوه کرنيس پر پانګوال په یوه قیمت‬
‫خرڅوي‪ ،‬خو بیرته په بله کاروبار کي دغه کرنيس بیرته په ارزانه قیمت ورڅخه اخيل‪.‬‬
‫دوهم‪ :‬په دې کاروبار کي په یوه عقد (تړون) کي دوه کاروبارونه کیږي چي هغه ته سلف او معاوضة ( سمرسة ) ویل‬
‫کیږي چي معنا دا ده چي سلف او بیع رسه یوځای سوه چي د دې څخه په حدیث کي رصیح منع راغيل ده‪.‬‬
‫يف‬
‫رشطَانِ ِ‬ ‫َال‪« :‬الَ يَ ِح ُّل َسل ٌ‬
‫َف َوبَيْ ٌع‪َ ،‬والَ َ ْ‬ ‫ن َع ْمرٍو ريض الله عنهام أَ َّن َر ُس َ‬
‫ول الل ِه َص َّىل الل ُه َعلَيْ ِه وآله َو َسلَّ َم ق َ‬ ‫َعبْد الل ِه بْ َ‬
‫‪20‬‬
‫س ِعنْد ََك»‬
‫ن‪َ ،‬والَ بَيْ ُع َما لَيْ َ‬
‫ح َما لَ ْم يُضْ َم ْ‬
‫بَيْعٍ‪َ ،‬والَ ِربْ ُ‬

‫‪ :۱۹‬دار االفتاء املرصیة فتوی َّنرب ‪۳۶۱۵‬‬


‫‪ :۲۰‬أخرجه اإلمام أحمد يف "املسند"‪ ،‬وأبو داود يف "السنن"‪ ،‬والرتمذي يف "الجامع" وصححه‪ ،‬والنسايئ يف "املجتبى‪ ".‬االسالم سوال وجواب سایټ فتوی َّنرب ‪۱۲۵۷۵۸‬‬

‫‪11‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫دوې کاروبار په یوه عقد کي په دايس شکل راځي چي کمېشنکار کوم مبلغ و پانګوال ته ورکوي هغه خو قرض دی‬
‫او کمېشنکار د هغه څخه ګټه په دو الرو اخيل‪:‬‬
‫‪ :۱‬پانګوال باید د اسعارو راکړه ورکړه د همدغه کمېشنکار د الري وکړي چي په هره کاروبار کي ده ته ګټه ورسیږي‪.‬‬
‫‪ :۲‬د کمېشنکار ورکړل سوی مبلغ و پانګوال ته قرض سو‪ ،‬پر هغه يې ګټه واخیستل او بیرته يې په همغه سودا کي‬
‫کمېشنکاري هم وکړل نو په یوه عقد کي دوه کاروباره لکه (قرض په سود او کمېشنکاري وکړه) چي د دې څخه‬
‫رصیح مامنعت راغلی ‪.‬‬
‫‪21‬‬
‫وقال القرايف رحمه الله‪ " :‬وبإجامع األمة عىل جواز البيع والسلف مفرتقني‪ ،‬وتحرميهام مجتم َعني؛ لذريعة الربا"‬
‫دریم ‪ :‬شیخ یوسف الشبیيل فرمایي‪ :‬د مارجن او لیورج کاروبار حقیقي نه بلکي شکيل دئ هغه دايس چي کومي‬
‫کاروبار د مارجن او لیورج د الري کیږي په هغه کي کمېشنکار و پانګوال ته حقیقي پیسې نه ایږدي؛ فقط کمېشنکار‬
‫پر ځان دا الزمه کړي چي ګواکي ما پانګوال ته پیسې ورکړې‪ ،‬ځکه خو پانګوال هغه پیسې چي په لیورج کي د ده په‬
‫اکاونټ کي ورته ایښودل سوي هیڅ استفاده نيس ورڅخه کولی‪ ،‬منتهی فقط د اسعارو په راکړه ورکړه کې استعاملولی‬
‫يس‪.‬‬
‫د دې علت دا دی چي کمېشنکار په دې پوهیږي چي د پانګوال هدف خپله کرنيس نه ده او نه هم دوی غواړي چي‬
‫فزکي کرنيس الس ته راوړي بلکي دوی په اسعارو راکړه ورکړه کوي؛ کوم چي د دوو کرنسو تر منځ فرق دئ‪.‬‬
‫پانګوال چي هرڅومره لیورج د کمېشنکار څخه واخيل دی درکوي‪ .‬نو په حقیقت کي کمېشنکار پانګوال ته د دايس‬
‫‪22‬‬
‫پیسو قرض ورکړ چي د هغه رسه نسته او پانګوال بیا په دايس مبلغ لیورج سودا وکړه چي هغه هم د ده رسه نسته‪.‬‬
‫دریم ‪ :‬د فورکس په کاروبار کي د اسعارو د تبادلې په وخت کي قبض منځ ته نه راځي‬
‫مخکي تر دې چي د قبض رشعي احکامو ته راسو لومړی به د فورکس کاروبار د اسالمی فقهي د رصف ( تبادله) پر‬
‫احکامو عرض کړو‬
‫‪23‬‬
‫لومړی ‪ :‬رصف په لغت کي؛ رد اليشء عن وجهه ( د مخ څخه یو شی لیري کول) یا یو شی په بل بدلول‪.‬‬
‫‪24‬‬
‫قال املرغيناين املرغيناين‪ :‬سمي بالرصف للحاجة إىل النقل من يد إىل يد‪.‬‬
‫‪25‬‬
‫د احنافو په نیز د رصف اصطالحي معنا ده‪ " :‬بيع األمثان بعضها ببعض" یعني نغده په نغده سودا‪.‬‬
‫په بله اصطالح رسه زر په سپینو خرڅول او یا سپین په رسو زرو خرڅول‪ .‬چي د همدې څخه د رصاف لفظ هم‬
‫اخیستل سوی‪.‬‬

‫‪ :۲۱‬انتهى من "الفروق"(‪ )266/ 3‬و ينظر نقال عن اسالم ویب فتوی َّنرب ‪۳۶۸۷۹۷‬‬
‫‪ :۲۲‬نقال عن اسالم ویب فتوی َّنرب ‪۳۶۸۷۹۷‬‬
‫‪ :۲۳‬لسان العرب ابن منظور ج ‪ ۹‬ص ‪۱۸۹‬‬
‫‪ :۲۴‬الهدایه ‪۲۵۸ /۶‬‬
‫‪ :۲۵‬الرسخيس‪ :‬املبسوط (‪ ،)2 /14‬ابن نجيم‪ :‬البحر الرائق (‪ ،)209 /6‬ابن عابدين‪ :‬حاشية (‪.)257/ 5‬‬

‫‪12‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫په دې کي د معارصي نړۍ هر ډول پیسې لکه بانک نوټونه‪ ،‬سیکې‪ ،‬رسه زر‪ ،‬سپین زر‪ ،‬جوړ سوي او ناجوړ زر‪،‬‬
‫بانکي چکونه او سیاحتي چکونه شامل دي‪.‬‬
‫خو‬
‫‪26‬‬
‫که چیري یو جنس په وزن خرڅ يس هغه ته (مراطلة) وايي‪ .‬او که جنس په عدد خرڅ سو هغه ته (مبادلة) وايي‪.‬‬

‫د رصافۍ او مضاربت فرق‬


‫‪ :۱‬په اسعارو مضاربت کونکی چي کومه کرنيس رانيس هغه د دې لپاره نه رانیيس چي دی ورته رضوت لري‪ ،‬بلکي‬
‫په ډالرو افغانۍ رانیيس او پټوي يې چي قیمت یې لوړ سو بیرته يې خرڅوي چي ګټه الس ته راوړي‪.‬‬
‫اما د رصف په کاروبار کي یې تر هغه نه خرڅوي چي قیمت يې لوړ نيس‪.‬‬
‫رصاف کرنيس د بازار په قیمت اخيل‪ ،‬که لوړ وو که کښته خو دا کرنيس دی پر هر هغه چا د بازار په قیمت خرڅوي‬
‫چي هغه ورته رضوت ولري‪.‬‬
‫په بله معنی که چريي رصاف خپله دنده رصايف وګرځوي نو معلومه خربه ده چي د ده هدف هم ګټه ده‪ ،‬خو که‬
‫چیري رصاف د کرنسیو بازار خطر ته اچوي‪ ،‬پورته او کښته کوي یې؛ نو په دې صورت کي رصاف هم د کرنسیو د‬
‫مضاربت تر حکم الندي راځي او دا ډول رصايف جایز نه ده؛ ځکه اسعار ته خطر اچول او د اسعارو بازار پورته او‬
‫‪27‬‬
‫کښته کول نا جایز کار دئ‪ .‬دلته ډېره دقیقه باریکي سته هیله ده چي ورته متوجې وويس‪.‬‬
‫د اسعارو په تبادله کي مهم رشطونه‬
‫لومړی ‪ :‬د رصافۍ په رشائطو کي یو رشط دا دئ چي په حارض مجلس باید قبض ويس یعني د دواړو طرفینو څخه‬
‫پیسې واخستل يس چي پر همدې باندي د ټول فقهاء اتفاق دئ‪.‬‬
‫‪28‬‬
‫قال ابن املنذر ‪" :‬وأجمعوا أن املتصارفني إذا تفرقا قبل أن يتقابضا‪ ،‬أن الرصف فاسد‪.‬‬
‫رب َوالشَّ ِع ُ‬
‫ري‬ ‫ب َوالْ ِفضَّ ُة بِالْ ِفضَّ ِة َوال ُ ُّ‬
‫ْرب بِالْ ُ ِّ‬ ‫ب بِال َّذ َه ِ‬
‫ودليل ذلك‪ :‬ما روي عن النبي صىل الله عليه وسلم أنه قال‪" :‬ال َّذ َه ُ‬
‫ف ِشئْتُ ْم إِذَا كَا َن‬ ‫اف فَبِي ُعوا كَيْ َ‬‫ْح بِالْ ِملْحِ ِمثْالً مبِ ِثْلٍ َس َوا ًء ب َِس َوا ٍء يَدًا بِيَ ٍد فَإِذَا ا ْختَلَفَتْ َه ِذ ِه األَ ْصنَ ُ‬
‫بِالشَّ ِعريِ َوالتَّ ْم ُر بِالتَّ ْم ِر َوالْ ِمل ُ‬
‫يَدًا بِيَ ٍد‪.‬‬
‫وقوله صىل الله عليه وسلم ‪":‬الَ تَ ِبي ُعوا الدِّينَا َر بِالدِّينَا َريْنِ َوالَ ال ِّد ْر َه َم بِال ِّد ْر َه َم ْنيِ‪.‬‬
‫ب ِربًا إِالَّ َها َء َو َها َء‬
‫وعن عمر بن الخطاب ريض الله عنه أنه قال‪ :‬قال رسول الله‪ :‬صىل الله عليه وسلم "الْ َورِقُ بِال َّذ َه ِ‬
‫ري بِالشَّ ِعريِ ِربًا إِالَّ َها َء َو َها َء َوالتَّ ْم ُر بِالتَّ ْم ِر ِربًا إِالَّ َها َء َو َها َء"‪.‬‬
‫ْرب ِربًا إِالَّ َها َء َو َها َء َوالشَّ ِع ُ‬
‫ْرب بِال ُ ِّ‬
‫َوال ُ ُّ‬
‫دوهم‪ :‬د رصافۍ کاروبار باید د خیار څخه خالصه وي یعني احمد و خالد ته دايس نيس ویلی چي ډالر په یورو‬
‫بدلې کړه او ماته اختیار راکړه که مي سبا ته دا سودا خوښه سوه کوم يې کنې بیرته سودا ردوم‪.‬‬

‫‪ :۲۶‬فتح القدیر ج ‪ ۶‬ص ‪۲۵۸‬‬


‫‪ ( :۲۷‬دراسات املعاییر الرشعیة املرجع السابق )‬
‫‪ :۲۸‬ابن منذر‪ :‬اإلجامع (ص ‪.)133‬‬

‫‪13‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫دلته باید اختیار ځکه نه وي چي د دې کاروبار اسايس رشط دا دئ چي تبادله سوی اسعار باید دواړه په مجلس کي‬
‫قبض يس اما اختیار خو دا قبض له منځه وړي ځکه د اختیار دا قاعده ده چي کله دی په سودا کي وي نو سودا پوره‬
‫‪29‬‬
‫او کامله نه ګڼل کیږي‪ ،‬همدا رنګه په سودا کي اخیستل سوي شی د اختیار په وجود کي ملکیت نه ثابتوي‪.‬‬
‫دریم‪ :‬د رصافۍ په سودا کي باید وخت نه وي ټاکل سوی؛ مثال احمد خالد ته اوس ډالر ورکړي‪ ،‬خالد ورته ووايي‬
‫چي ډالر معادل یورو سبا درکوم ‪ ،‬یا يې څه موده وروسته درکوم‪.‬‬
‫دا ځکه چي په رصافۍ سودا کي قبض په مجلس کي رشط دی‪ ،‬نو که وخت په سودا کي داخل يس نو دا رشط له‬
‫منځه ځي نو قبض بیا نه رامنځ ته کیږي‪.‬‬
‫څلورم‪ :‬په رصافۍ سودا کي باید متاثل وي؛ یعني زیاتوالی او کموالی به په هم مثله شیانو کي نه وي لکه رسه زر په‬
‫رسو زرو خرڅول په دې صورت کي دايس نيس کېدلی چي لس ګرامه رسه زر دي په یوولس ګرامو رسو زرو خرڅ‬
‫‪30‬‬
‫يس‪.‬‬
‫په فورکس کي تر ټولو اسايس ستونزه د قبض ( تسلیم) ده چي د تبادلې په صورت کي نه حقیقي او نه حکمي قبض‬
‫منځ ته راځي؛ بلک ي کله چي پانګوال ډالر په یورو خرڅ کړي نو نه دی او نه هم مقابل شخص خپيل پیسې قبض‬
‫کولی يس چي دلته په قبض کي تأخیر (ځنډ) راځي چي دا د رصافۍ د سودا د رشایطو څخه خالف دی او پر حرمت‬
‫یې رصیح نصوص راغيل چي موږ لوړ درته ذکر کړه‪.‬‬
‫که ته غواړې نور هم پوه سې نو د فورکس د کاروبار ډولونه چي موږ په پیل کي درته ذکر کړه هغه د رصافۍ پر‬
‫رشاېطو عرض کړه نو د حرمت فرق به يې درته ښه واضح يس‪.‬‬

‫د اسعارو الیکټرونکي راکړه ورکړه‬


‫‪31‬‬
‫د اسعارو الیکټرونکي راکړه ورکړه د نړیوال د اسعارو د سټاک بازار مطابق د انټرنيټ په مټ تر رسه کیږي‪.‬‬
‫د اسعارو د خرڅ ډولونه‬
‫‪ :۱‬جنس په جنس خرڅول لکه رسه زر په رسو زرو خرڅول یا ډالر په ډالرو خرڅول‪.‬‬
‫‪ :۲‬جنس په مختلف جنس خرڅول‪ :‬لکه رسه زر په سپینو زرو خرڅول یا ډالر په ریال خرڅول‪.‬‬
‫په لومړي کي هم متاثل او قبض رشط دئ‪.‬‬
‫په دوهم کي فقط قبض رشط دئ‪.‬‬
‫مسأله‪ :‬که ځیني اسعار قبض سوه او ځیني قبض نه سوه نو کوم اسعار چي نه دي قبض سوي په هغه کي بیع باطله ده‪.‬‬
‫او کوم چي قبض سوي په هغه کي صحیح ده‪.‬‬
‫د جمهورو فقهاء په نیز په قبض کي وکالت کول جائز دئ‪.‬‬

‫‪ :۲۹‬الرسخيس‪ :‬املبسوط (‪)39 /14‬‬

‫‪ :۳۰‬برش محمد موفق بیع العمالت االکرتونکي ص ‪۳۲‬‬


‫‪ :۳۱‬التداول االکرتونکی ‪ :‬برش محمد موفق ص ‪۴۳‬‬

‫‪14‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫د قبض ( تسلیم) ډولونه‬


‫حقیقي قبض‪ :‬الس په الس اخیستل په مجلس کي‪.‬‬
‫حکمي قبض‪ :‬لکه د بانک فوري چکونه چي هروخت يې وروړې تاته پیسې درکوي‪.‬‬

‫د اسعارو په تبادله کي د پیسو اخیستلو تګالره‬


‫لومړی صورت‪ :‬تا اوس پر یو شخص په امریکا کي ډالر په یورو باندي خرڅ کړه‪ ،‬هغه ستا اکاونټ ته پیسې را واړولې‬
‫اما ت ه يې اوس نسې اخیستلی یا خو رخصتي ده او یا د بانک قانون دی چي دوې ورځي وروسته به يې اخلې نو دا‬
‫صورت جائز دی په دې رشط چي هغه بل کس به په همدغه لحظه ستا اکاونټ ته پیسې واړوي د سودا متصل‬
‫وروسته‪ .‬دا منځ کي چي دوي ورځي وخت یا زیات او کم راځي نو دا د نړیوال عرف په اساس د عقد مجلس دوام‬
‫ګڼل کیږي‪.‬‬
‫دوهم صورت‪ :‬دوه کسان یو پر بل ډالر د یورو په مقابل کي خرڅ کړي‪ ،‬خو هغه چاچي ډالر رانیويل هغه ورته ووايي‬
‫زه یورو تاته دوې ورځي بعده درکوم‪ .‬دا صورت حرام دئ؛ ځکه چي یو طرف قبض کړی بل نه دی کړئ‪.‬‬
‫دریم صورت‪ :‬د اسعارو په تبادلې وعده رسه کول؛ هغه دايس چي دوه کسان وعده رسه کوي چي زه او ته دوې‬
‫ورځي بعده ډالر اویورو رسه تبادله کوو په دې کي څو صورته دي؛‬
‫‪ :۱‬د یو لوري څخه الزامي وي د بل څخه نه وي شیخ مصطفی زرقاء دا صورت جائز ګڼلی‪.‬‬
‫‪ :۲‬د دواړو لورو څخه عقد الزامي وي دا صورت په اتفاق حرام دئ‪.‬‬
‫‪32‬‬
‫‪ :۳‬د دواړو لورو څخه الزامي نه وي داهم جایز دئ‪.‬‬

‫‪ :۲۳‬التداول االلکرتونکي برش محمد موفق ص ‪۵۰‬‬

‫‪15‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫پای‬
‫د فورکس یا آنالین رصافۍ کاروبار یو لړ رشعي ستونزي او مالحظې لري؛ ځکه مو په دې مقاله کي د دې‬
‫کاروبار رشعي او مسلکي اړخونه و څېړل او همدا رنګه مو دې په اړه تفصیيل معلومات وړاندي کړل‪.‬‬
‫کیدای يس ستاسو په فکر کي دا خربه رضور رايس چي راتلونکې نړۍ خو ټوله تجارت آنالین کوي‪ ،‬او کیدای‬
‫يس تر دې هم پر مختګ وکړي نو اسالم باید دې ته یو حل الره ولټوي‪.‬‬
‫د دې ځواب دا دئ چي اسالم په معامالتو کي اساين غواړي آن تر دې چي په ټول ژوند کي اساين غواړي‪،‬‬
‫ځکه که که سختي ويس ژوند پېچلی کیږي‪ ،‬بیا انسانان ژوند مخته وړي‪ ،‬رشعي احکام به شاته پاته وي نو لهذا په‬
‫کاروبار کي آساين کول او حرج له منځه وړل یو رشعي اصل دئ چي په قرآن کریم او حدیث کي ورته اشاره‬
‫سوېده‪.‬‬
‫خو یوه مسأله چي موږ باید ورته متوجې سو هغه دا ده‪ ،‬چي د اسالم سور خط باید ملس نيس الله تعالی او د هغه‬
‫رسول د هرڅه لپاره یو لړ حدود ایښي‪ ،‬چي تر هغه تېردل په نافرمانۍ کي راځي او له هغو څخه یوه مسأله د حالل‬
‫او حرام ده‪.‬‬
‫د فورکس په معامله تر ټولو حساسه مسأله همدا د حراموايل مسأله ده چي د اسالمي رشیعت د ډېرو حساسو‬
‫مسألو رسه په ټکر کي ده چي د هغه پر حراموايل باندي اجامع وي‪ ،‬که چیري دوه نظرونه پکښې وای ممکن د‬
‫خلکو د رضورت له خاطره مو ورته د جواز الره پیداکړې وای خو نسته‪ .‬او بل حرام نه سو حالل کولی دا‬
‫صالحیت د الله تعالی دئ‪.‬‬
‫اوس نو باید د فورکس او د هغه مرشان په خپل کاروبار او سیاستونو کي تغییر راويل او د اسالمي احکامو او‬
‫اسالمي اقتصاد رسه متوازنه تګالره غوره کړي تر څو د ټولو خلکو لپاره د رزق ګټلو یوه وسیله يس‪.‬‬
‫بانکداري چي د معارصي دولتدارۍ یو عضو ګڼل کیږي او پرته له دې د نړۍ رسه اړیکه سخته ده‪ ،‬مګر د وخت‬
‫په تېرو بیاهم چا د سودي بانکدارۍ د جواز لپاره رشعي فتوی ورنکړه‪ ،‬بلکي په بدیل کي یې اسالمي بــانکداري‬
‫ایجاد سوه‪.‬‬
‫بله خربه دا ده چي د فورکس کاروبار د یوڅو کسانو د ګټي لپاره دی‪ ،‬چي کمېشنکار او ځیني بانکونه او رشکتونه‬
‫ورڅخه ګټه پورته کولی يس‪ ،‬دا چي په اسعارو راکړه ورکړه معلومه ګټه چي په هغه کي صنعت وي‪ ،‬ایجاد او‬
‫استهالک وي نسته‪ .‬که موږ فرض کړو یو ملیارد افغانۍ د سل ملیونه افغانیو په مقابل کي تبادله کوو‪ ،‬بیا یې‬
‫رانیسو‪ ،‬بیا یې تبادله کوو بیا یې رانیسو؛ نو فکر کوم دا خو معلوم اقتصادي پر مختګ نه دئ؛ بلکي د اسعارو‬
‫خراب بازار‪ ،‬نړیوال بدلېدونکی سیاست‪ ،‬امنیتي ستونزي‪ ،‬جګړې‪ ،‬او بد وضیعت خپله د اسعارو بیه خراپوي چي‬
‫په نتیجه کي ضعیف اقتصادي هیوادونه پکښي تاواين کیږي‪.‬‬
‫اسالم د یو متوازن انکشايف اقتصاد پلوي کوي او هغه ته دعوت ورکوي‪.‬‬
‫په فورکس کي پر قرض سود اخیستل‪ ،‬حقیقي قبض نه کول‪ ،‬خیايل لیورج قرض ورکول بیرته پر هغه د حقیقي‬
‫فیزکي پیسو ګټه کول او مارجن اخیستل؛ دا ټول هغه مسائل دي چي د سود او حرمت تر چوکاټ الندي راځي‬
‫‪16‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫نو ځکه د حالل فتوی پر ورکول ډېره سخته ده ‪.‬‬


‫امید دی چي د وخت او زمان په تېرېدو رسه په سیاستونو کي تغییر رايس‪ ،‬نوي اجتهاد رامنځ ته يس‪ ،‬څېړين ويس‬
‫یا د فورکس کوم بدیل پیدا يس‪.‬‬

‫‪17‬‬
Get more e-books from www.ketabton.com
Ketabton.com: The Digital Library

You might also like