Download as pdf or txt
Download as pdf or txt
You are on page 1of 113

‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬

‫‪7‬‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪8‬‬

‫د کتاب ځانګړنې‬

‫د کتاب نوم ‪ :‬نور دې نه يادوم‬


‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫شاعر ‪:‬‬
‫پخپله شاعر‬ ‫کمپوز ‪:‬‬
‫نعمت اهلل خالد‬ ‫پښتۍ ‪:‬‬
‫د چاپ کال ‪۳۱۰۲ :‬‬
‫چاپ شمېر ‪ :‬دويم چاپ‪ ۰۱۱۱/‬ټوکه‬
‫خپرندويه ټولنه ‪ :‬پښتو ادبي غورځنګ‪،‬کوټه‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪9‬‬

‫ددويم چاپ سريزه‬

‫په همدې بهانه ‪....‬‬


‫په کار خو دا وه چې اوس مې د پخواني کتاب د دویم چاپ په‬
‫ځای نوې شعري ټولګه له نوو شعرونو او خبرو سره درنو او خوږو‬
‫مینه والو ته وړاندې کړې وه خو یو څو خبرو اړ کړم چې کتاب بیا‬
‫چاپ کړم‪.‬‬
‫ما فکر کاؤه چې له کتاب چاپ کولو وروسته به که خدای کول له‬
‫نوي شعر او نوي خیال سره راڅرګند شم خو نه پوهېږم څه راباندې‬
‫وشول ‪ ،‬دا دې د کتاب تر دویم چاپ پورې مې یوازي په شمار یو‬
‫څو غزلې لیکلې دي‪.‬او له بلې خوا ما هیڅکله دا فکر نه ؤ کړی چې‬
‫ګران لوستونکي به زما کتاب دومره خوښ کړي چې زه به یې دویم‬
‫وار چاپ ته اړ شم‪.‬د ملګرو په دې مینه او تشویق به له خیره سره‬
‫اوس د شعر د شاپېریو د بازار دوکاندار شم‪.‬‬
‫ډېر ملګري راته وایې ( نور دې نه یادوم ) خو نو د مذکر صیغه ده‬
‫ضررو له کوم خواږه ملګري دې خفه شوی یې‪.‬زه ورته دا وایم‬
‫چې( نور) زموږ په سیمه کې یو اضافي توری دی له« نه یادوم »سره‬
‫یوازي دتاکید مرسته کوي‪.‬نور یعني له دې وروسته دې نه یادوم‪.‬که‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪01‬‬

‫د دوی خبره هم شي نو موږ د هغه چا دپاره چې ژوند مو ورسره‬


‫تړلی وي د (جانان ) کلیمه کاروو چې مذکر ښکاریږي خو جانان‬
‫‪،‬جانان وي‪.‬چې دا خبره ورته وکړم نو ملګري به وايي چې ښه دا یې‬
‫جانان ! خو ولې یې نه یادوې ‪ .‬نو رښتیا خبره ده ځکه چې‬
‫جانان د چا کله هېریږي‬
‫د هغو هېر شي چې په ذات کم اصل وینه‬

‫همدا پورته خبره زما د یوه غزل په قافیه کې هم شوې ده چې‬


‫ګوهره ته به دا دروغ وایې تر کومه پورې‬
‫چې بس دا ځل دې یادومه نور دې نه یادوم‬
‫خو بیا هم خپل زړه صبرومه نور دې نه یادوم !‬
‫یوه بله مهمه خبره دا ده چې ما چې په لومړي ځل دا شعري ټولګه‬
‫چاپ کوله نو د دې نوم تر ټاکلو وروسته مې له ډېرو فرهنکي یارانو‬
‫سره مشوره وکړه چې دا نوم څنګه دی او ایا تر دې مخکې خو به د‬
‫بل چا کتاب نه وي‪.‬ځیني ملګرو یې ډاډ راکړ چې نه ‪،‬ځیني نورو به‬
‫یې ویل چې زموږ داسې یو نوم تر غوږ شوی دی خو په غالب ګمان‬
‫چې هغه (نوره مې مه یادوه) دی‪.‬بس ما هم توکل کړ ځکه زما له‬
‫دې نوم سره دېري خاطرې تړلې دي‪.‬د کتاب له چاپ کولو وروسته‬
‫د پښتو ادبي غورځنګ لس کلن جشن ته روان وم ‪.‬په کندهار کې‬
‫له ملګرو سره د یوې شپې دپاره پاتې شوم نو ما ویل راځه د‬
‫میرویس کتابخانې چکر ولګوه که چېرته دې نوی کتاب پیدا کړ‪ .‬له‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪00‬‬

‫میرویس سره مې دا خبره یاده کړه چې کتاب مې چاپ شوی (نور‬


‫دې نه یادوم)‪.‬‬
‫هغه سمدستي راته وویل چې په دې نوم خو له ماسره یو کتاب شته‬
‫چې د بل چا دی‪.‬ما ویل ته راواخله‬
‫له لږ ځنډ وروسته یې د ملګري جعفر هـــــــــــــاند شعري ټولګه‬
‫(نوره دې نه یادوم ) راکړ‪.‬په لیدو یې خوشاله شوم او خفه هم شوم‪.‬‬
‫خو بیا مې هم زړه ته تسلي ورکړه چې ځه هغه دې نوره نه یادوم‬
‫دی‪.‬خو زما له دې نوم سره دومره خاطرې ډي چې که تر چاپ‬
‫کولو مخکې هم ماته پته لګېدلی وای ما به د ملګري جعفر هاند عذر‬
‫کړی ؤ او د دې نو د ایښولوو اجازه به مې ترې غوښتې وه‪.‬‬
‫بله خبره ! زما تکړه لیکواالنو ملګرو لکه ډاکټر ځالند‪،‬فیصل‬
‫فاران‪،‬ډاکټر امین تنها او داد محــــــــمدناوک او داسې یو څو نورو‬
‫ملګرو زما په کتاب سریزې لیکلې وې‪.‬زما خپله دا اراده وه چې له‬
‫دویم چاپ سره به یې چاپ کړم خو بیا یو څو ملګرو راته وویل‬
‫چې د دویم چاپ سره سریزې ښې نه دي هغه به بیا ځانته چاپ‬
‫کړې‪.‬چونکه زه په هر وخت کې د ملکرو په مشورو ژوند تېروم نو‬
‫دا مې هم ومنله خو بیا هم له پاس یادو شویو لیکواالنو ملګرو نه‬
‫ډېره مننه کوم چې زما کتاب یې نه صرف لوستی دی بلکه هنري او‬
‫تنقیدي لیکنې یې هم پرې کړې دي‪.‬‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪01‬‬

‫نور څه نه لیکم یو ځل بیا له ټولو مینه والو مننه کوم چې زموږ دزړه‬
‫خبرې د زړه په سترګو ګوري او د خپل زړه خبرې یې بولي‪.‬دا مو‬
‫هم دویم چاپ او تاسو ‪...............‬یو ځل بیا هم ستاسو د نېکو نظرونو‬
‫او ګټورو مشورو په هیله‬
‫په ډېره مینه‬
‫انعام اهلل ګوهر‬
‫پکتیکا ـ افغانستان‬
‫‪۹۹۰۷-۷۷۸۷۸۷۸۷۷‬‬
‫‪۹۹۰۹- ۷۷۷۰۹۰۹۸۳۳‬‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪01‬‬

‫مــا نـــه غوښتل خو بس بې ارادې رايـــــــــــــــادېدې‬


‫يــــــو وخت وه چې د ورځې او د شپې رايــــــــــــادېدې‬

‫چې هر ځل به مې ستا د هیريدلو کوشش وکړ‬


‫رايادېدې‬ ‫رايادېدې‪،‬‬ ‫ډېر‬ ‫هومره‬ ‫جانانه‬

‫راغلم‬ ‫درته‬ ‫بیرته‬ ‫چې‬ ‫يمه‬ ‫منمه‪،‬مالمت‬


‫خو څه وکړم چې نه مې هېرېدې‪ ،‬رايادېدې‬

‫ننوتم‬ ‫راوتم‪،‬‬ ‫نه‬ ‫میکدې‬ ‫چې‬ ‫ماښام‬


‫رايادېدې‬ ‫شېبې‪،‬‬ ‫ترخې‬ ‫بیلتانه‬ ‫د‬ ‫ستا‬ ‫د‬

‫بېګا مې بیا په اوښکو باندې لوند خیشت وه ګريوان‬


‫رايادېدې‬ ‫راورېدې‪،‬‬ ‫زړه‬ ‫په‬ ‫بیا‬ ‫مې‬ ‫بېګا‬

‫دا مینه هم جانانه عجیبه ده ستا له السه‬


‫په مخ مې روڼې اوښکې بهېدې‪ ،‬رايادېدې‬

‫تا هسي ماته يو ځلې په شا و راکتلي‬


‫رايادېدې‬ ‫مودې‪،‬‬ ‫ډېرې‬ ‫اشنا‬ ‫بیا‬ ‫ماته‬ ‫خو‬

‫زړه به مې چې کله شو خفه مسافرۍ کې‬


‫تر هر چا به هغه ورځ ته ادې ! راياديدې‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪01‬‬

‫غزل‬

‫زما په زړه کې له مودو نه د يو چا تصوير دی‬


‫ماته خو ښکاري چې جانانه دغه ستا تصوير دی‬

‫د يوې جینۍ په المارۍ کې تر بنګړيو الندې‬


‫په سره رومال کې څو خطونه او زما تصوير دی‬

‫زما له اوښکو په دې ډکو ډکو سترګو کې پروت‬


‫د چا د سرو شونډو د مینې د (مسکا) تصوير دی‬

‫د مخ له جېبه يې راوباسم او ښکل يې کړمه‬


‫اخ شکر خدايه رالیږلی مې اشنا تصوير دی‬

‫دا په قبرونو چې دا شنې ‪،‬سپینې جنډې رپیږي‬


‫دا د دې ژوند کیسه او دا ددې دنیا تصوير دی‬

‫هغه سړي چا چې زما زړګی ټوټې ټوټې کړ‬


‫ساتلی اوس هم ما د هغه بې وفا تصوير دی‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪01‬‬

‫غزل‬

‫يار مې ښکلې په زړه پورې ‪،‬راته ګوري‬


‫ګوري‬ ‫ښوري‪،‬راته‬ ‫مې‬ ‫ريږدې‪،‬زړه‬ ‫مې‬ ‫زړه‬

‫يو څو ښکلې مې د زړه اسمان کې مېشت دې‬


‫ګوري‬ ‫‪،‬راته‬ ‫ستوري‬ ‫لکه‬ ‫ورايه‬ ‫له‬ ‫بس‬

‫زه خو دا له خدايه غواړم چې جانان مې‬


‫ګوري‬ ‫ګوري‪،‬راته‬ ‫ګوري‪،‬راته‬ ‫راته‬

‫چې جانان مې راکتل نه‪،‬ها وخت تېر شو‬


‫ګوري‬ ‫نوري‪،‬راته‬ ‫کوي‬ ‫خبري‬ ‫اوس‬

‫به‬ ‫بیا‬ ‫چې‬ ‫غواړمه‬ ‫نه‬ ‫ځکه‬ ‫دولت‬ ‫زه‬


‫ګوري‬ ‫کمزوري‪،‬راته‬ ‫ډېر‬ ‫مايوسه‪،‬‬ ‫ډې ر‬

‫ګوهره‬ ‫درکړمه‬ ‫وې ځه بل وخت به خوله‬


‫ګوري‬ ‫راته‬ ‫لوري‬ ‫هر‬ ‫له‬ ‫خلک‬ ‫ډېر‬ ‫اوس‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪01‬‬

‫غزل‬

‫دا رانه مه پوښته چې بدې او که ښې تیري شوې‬


‫له تانه پرته مې هم ورځې تېرېدې‪ ،‬تیرې شوې‬

‫له کوم سړي سره مې چې مینه په ساعت کې وشوه‬


‫ال مې هېر نه دی ګوره څومره زمانې تیرې شوې‬

‫لکه منشور نه چې د لمر رڼا اووه رنګه ووزي‬


‫له زړه مې داسې ستا د ښکلي مخ شغلې تیرې شوې‬

‫ستا د وصال او سپینې خولې وعدې ال نه شوې پوره‬


‫جانانه ‪،‬څومره ډېرې ورځې څومره شپې تیرې شوې‬

‫په خدای چې اوس مې هم زړه ودربیږي ‪،‬وډار شمه‬


‫په ما غريب ستا د فراق ترخې شېبې تیرې شوې‬

‫اوس د مرګونو‪ ،‬ژړاګانو پروا نه لري څوک‬


‫په دغو خلکو د مرګ دومره حادثې تیرې شوې‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪07‬‬

‫غزل‬

‫نه مې د ورځې شته خوبونه نه بیګا له غمه‬


‫د ژوند په خوند باندې هیڅ پوی نه شومه ستا له غمه‬

‫د جانان غمه سرخوړلیه لږ مهلت خو راکړه‬


‫چې ځان راخالص کړمه د دې خوارې دنیا له غمه‬

‫خلک به هسې وايي دا چي لیونی شومه زه‬


‫زه خو ملګرو لیونی شوم په رښتیا له غمه‬

‫ستا له جفا نه پس په دې خبره ښه پوی شومه‬


‫په دې دنیا کې نه مړ کیږي څوک د چا له غمه‬

‫بیګا مې بیا کړه ياره ټوله شپه په ويښه تیره‬


‫بیګا مې خدای شته ياره ډېر ژړلي بیا له غمه‬

‫دا کرښې نه دې چې يې لولې ته په مخ د کاغذ‬


‫ګوهر خو لیکې دا هر څه ګوره اشنا‪ ،‬له غمه‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪08‬‬

‫غزل‬

‫سور اور دی او عذاب دی بې له ياره زندګي‬


‫زندګي‬ ‫خواره‬ ‫داسې‬ ‫تېرومه‬ ‫به‬ ‫څو‬ ‫تر‬

‫د هغه چا له السه يم په ژوند پوري ستومان‬


‫زندګي‬ ‫دپاره‬ ‫چا‬ ‫د‬ ‫ما‬ ‫به‬ ‫چې‬ ‫کوله‬

‫بیا به يې هم ستا په پښو کې کېږدمه جانانه‬


‫که راکړي راته خدای په څو څو واره زندګي‬

‫ژوند تېروو په غالمۍ کې‬ ‫تر څو به د ذلت‬


‫باداره‪،‬زندګي‬ ‫رانه‬ ‫ته‬ ‫نوره‬ ‫واخلې‬ ‫بس‬

‫داسي يو د خوف طوفان رالوتی په وطن کې‬


‫چې نه غواړي اوس دلته څوک له ډاره زندګي‬

‫ځان په مینه پوه کړه‪ ،‬مینه وپېژنه شېخه‬


‫زندګي‬ ‫بېکاره‬ ‫داسي‬ ‫کوې‬ ‫به‬ ‫کومه‬ ‫تر‬

‫دګوهر غم او خوښي دي ستاپه الس کې ياره‬


‫زندګي‬ ‫اختیاره‬ ‫له‬ ‫ده‬ ‫ګوهر‬ ‫د‬ ‫وتلې‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪09‬‬

‫غزل‬

‫يار چې مې کله په غاښو کې شونډې سرې ونیسي‬


‫لکه مړوند کې چې د سرو ګلو غونچې ونیسي‬

‫منم چې مینه مو جانانه په ساعت کې وشوه‬


‫ونیسي‬ ‫زمانې‬ ‫ډېري‬ ‫بیا‬ ‫دي‬ ‫به‬ ‫هېرول‬ ‫خو‬

‫دار ته به هم زه په رضا او په خندا الړ شمه‬


‫خو که څوک راشي ما په جرم د (هغې )ونیسي‬

‫شېخ هم په ښکلو باندې الس اړوي‪ ،‬مینه کوي‬


‫بس چې څوک ورشي دی په الس کي زر تسبې ونیسي‬

‫زما جانان چې چیرته اوسي دا وصیت مې واورئ‬


‫زه چې مړ کیږم زما سترګې دي دورې ونیسي‬

‫دې ځای کي نو به وګورې ته‬ ‫که دغه حال وه په‬


‫وطن ‪،‬ټول هديرې ونیسي‬ ‫څو کاله پس به دا‬

‫عالج يې ماته دی مالوم ګوهر به هله روغ شي‬


‫چې يار غې ږ ورکړي او خپل زړه ته يې نزدې ونیسي‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫مړي‬ ‫لکه‬ ‫دې‬ ‫ويده‬ ‫خوب‬ ‫په‬ ‫غفلت‬ ‫د‬


‫مړي‬ ‫لکه‬ ‫دي‬ ‫پښتانه‬ ‫ځیني‬ ‫ځیني‬

‫ټول‬ ‫شهیدان‬ ‫پاک‬ ‫وطن‬ ‫پاک‬ ‫د‬ ‫زموږ‬ ‫دا‬


‫مړي‬ ‫لکه‬ ‫دي‬ ‫نه‬ ‫داسي‬ ‫دي‪،‬‬ ‫ژوندي‬ ‫دا‬

‫ځیني خلک په عزت کې څومره سپک دي‬


‫مړي‬ ‫لکه‬ ‫دي‬ ‫درانه‬ ‫کې‬ ‫وزن‬ ‫په‬ ‫بس‬

‫واخله‬ ‫احوال‬ ‫عاشقانو‬ ‫خپلو‬ ‫د‬ ‫لږ‬


‫مړي‬ ‫لکه‬ ‫دي‬ ‫پراته‬ ‫دې‬ ‫کې‬ ‫کوڅه‬ ‫په‬

‫نازولې‬ ‫الړې‬ ‫ته‬ ‫چې‬ ‫ګوهره‬ ‫له‬


‫مړي‬ ‫لکه‬ ‫دي‬ ‫مړه‬ ‫اوس‬ ‫يې‬ ‫ارمانونه‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪10‬‬

‫غزل‬

‫خدای شته په اوښکو دې لمانځم جانانه هر ماسخوتن‬


‫ماسخوتن‬ ‫اکثر‬ ‫بس‬ ‫خبري‬ ‫ستا‬ ‫ياديږې‬ ‫راته‬

‫پاس په سپوږمۍ کې راته ستا ښکلې څهره ښکاريږي‬


‫چې ويده کیږم ‪،‬په بالښت لګوم سر ‪،‬ماسخوتن‬

‫ډير مې ياديږي کاشکي تللی يار په خوب ووينم‬


‫خدايه ورځ تېره کړې نن زر ‪،‬چې راشي زر ماسخوتن‬

‫بیګا مې ستا شايسته مخ اولید نو چیغه مې کړه‬


‫له کومې خوا راوخوت خلکو دغه لمر‪ ،‬ماسخوتن‬

‫زما‬ ‫کې‬ ‫رګونو‬ ‫په‬ ‫وينه‬ ‫لکه‬ ‫مینه‬ ‫پاکه‬ ‫ستا‬


‫د نامې ذکر سحر‪،‬ماسخوتن‬ ‫زړه مې کوي ستا‬

‫خلک ويده شې خو دی ژاړي تر سهاره پوري‬


‫دغه حالت بس سروکال وي د ګوهر‪ ،‬ماسخوتن‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫خبري‬ ‫خوږې‬ ‫خوږې‬ ‫نغمې‬ ‫لکه‬ ‫غزل‬ ‫لکه‬


‫په زړه مې اوري ياره ستا پستې پستې خبري‬

‫ښه مې په ياد دې ال تر اوسه مې هېر شوي نه دي‬


‫چې زه به غوږ وم تا به کړې وړې وړې خبري‬

‫جینۍ ته خوب ورځي او سترګې يې وي سرې د ورځي‬


‫کړي تر ناوخته له خپل يار سره د شپې خبري‬

‫که يارانه راسره نه کوې نو مه يې کوه‬


‫راسره کړه په شواروزکې يو‪،‬دوه ‪،‬درې خبري‬

‫هېر به مې نه شي او تر مرګه به ياديږي راته‬


‫جانانه ستا هغه يو څو ترخې ترخې خبري‬

‫ملګري وايي چې په شعر کې يې نوښت نشته دی‬


‫خبري‬ ‫‪،‬زړې‬ ‫کیسې‬ ‫زړې‬ ‫هغه‬ ‫کوي‬ ‫ګوهر‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫وختونه‬ ‫په زړه مې اوري ستا د میني هغه تېر‬


‫له ډېره وخته پس مې هم ال نه دې هېر وختونه‬

‫تا به هېر نه کړي دا کمبخت زړه مې زه پېژنمه‬


‫که ووځي هر څو ياره ‪،‬ډېر کلونه ‪ ،‬ډېر وختونه‬

‫زما په واړه اللهانده او په ستړي ژوند کې‬


‫د خوشالۍ او د خندا دې ‪،‬څو په شمېر وختونه‬

‫اوس مې په دغه خوار حالت پوري خندا مه کوه‬


‫رقیبه ما هم ډېر تیر کړي ستا په څېر وختونه‬

‫ګوهر دي مړ شي يا دې ړوند شي په دې غبرګو سترګو‬


‫چې تېروي به په خندا ستا نه بغېر وختونه‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫ټولې کیسې دي هېرومه ‪،‬نور دې نه يادوم‬


‫ما فیصله کړې صنمه‪ ،‬نور دې نه يادوم‬

‫په دې پوهېږم چې تر مرګه به دې هېر نه کړمه‬


‫خو بیا هم خپل زړه صبرومه ‪ ،‬نور دې نه يادوم‬

‫تا د رقیب سره جانانه يوځای نه شم لیدی‬


‫دې نه يادوم‬ ‫زه درنه بل وطن ته ځمه ‪ ،‬نور‬

‫نور به زه ياره ستا لپاره اوښکې نه تويوم‬


‫بس زندګې تېروم سمه ‪،‬نور دې نه يادوم‬

‫ته مې په دغه سوي حال باندې خندا کوې ‪،‬او‬


‫زه ټوله شپه ژاړم له غمه ‪،‬نور دې نه يادوم‬

‫ګوهره ته به دا دروغ وايې تر کومه پورې‬


‫چې بس دا ځل دې يادومه ‪،‬نور دې نه يادوم‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫ملګرو‬ ‫و‬ ‫نه‬ ‫‪.‬لیونی‬ ‫و‬ ‫ساده‬ ‫لږ‬


‫ملګرو‬ ‫و‬ ‫نه‬ ‫سړی‬ ‫بد‬ ‫دومره‬ ‫ګوهر‬

‫چې د کوم خنجر ګوزار دی‬ ‫دا په زړه مې‬


‫ملګرو‬ ‫و‬ ‫نه‬ ‫‪،‬پردی‬ ‫ښکاري‬ ‫اشنا‬ ‫دا‬

‫د پښتو په شاعري کې به مې راج وي‬


‫ملګرو‬ ‫و‬ ‫نه‬ ‫مرګی‬ ‫او‬ ‫و‬ ‫خیرت‬ ‫که‬

‫دغه چم و‪ ،‬دا کوڅې وې‪ ،‬دا محفل و‬


‫ملګرو‬ ‫و‬ ‫نه‬ ‫ساتېری‬ ‫وئ‪،‬‬ ‫نه‬ ‫تاسو‬

‫دا) شاعر( چې اوس په چیغو چیغو ژاړي‬


‫ملګرو‬ ‫و‬ ‫نه‬ ‫نری‬ ‫دومره‬ ‫زړه‬ ‫په‬ ‫دا‬

‫وي‬ ‫يادګار‬ ‫درته‬ ‫ګوهر‬ ‫د‬ ‫به‬ ‫غزل‬ ‫دا‬


‫ملګرو‬ ‫و‬ ‫نه‬ ‫دی‬ ‫چیري‬ ‫که‬ ‫خامخا‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫او د بلبل مزه اوس نه ده پاتې‬ ‫د دغه باغ‬


‫پاڼي يې زهر شوې د ګل مزه اوس نه ده پاتې‬

‫دستا په سترګو کي د میني اظهار نه ښکاري اوس‬


‫اوربل مزه اوس نه ده پاتې‬ ‫ستا د خواره واره‬

‫پښتانه اوس دلته په ژوند باندې ستومانه دي ټول‬


‫د پېښور او د کابل مزه اوس نه ده پاتې‬

‫ياره چې ستا خوږو يادونو په کي ژوند تېراوه‬


‫ددې ګوګل مزه اوس نه ده پاتې‬ ‫ددې زړګي‬

‫چي يار دي الړه بې وفا شو‪،‬د بل چا شودرنه‬


‫ګوهره ستا هم د غزل مزه اوس نه ده پاتې‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪17‬‬

‫غزل‬

‫چي دوه مین کړي سره ښکل‪،‬ماته راياده شې ته‬


‫بورا چي کېني په کوم ګل ‪،‬ماته راياده شې ته‬

‫ما چي دستا د هېرېدلو کوشش کړی هر ځل‬


‫تر ټولو زياته هغه ځل ‪،‬ماته راياده شې ته‬

‫په پرديسي کي راته هر څوک ستا په څېر ښکاريږي‬


‫الس چي وهي څوک په اوربل ‪،‬ماته راياده شې ته‬

‫هغه چي تا به د کابل خوږې قیصې کولې‬


‫ذکر چي کړ ي څوک د کابل ‪،‬ماته راياده شې ته‬

‫دساه په هره يوه کړۍ مي دستا نام نوشته‬


‫د ژوندانه په هر منزل ‪،‬ماته راياده شې ته‬

‫د خیال او فکر تخیل مي د ستا لور ته يوسي‬


‫ګوهر چي لیکمه غزل ‪،‬ماته راياده شې ته‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪18‬‬

‫غزل‬

‫يم‬ ‫خفه‬ ‫ته‬ ‫پرېښولو‬ ‫ستا‬ ‫!‬ ‫وفا‬ ‫بې‬


‫يم‬ ‫خفه‬ ‫ته‬ ‫تېرولو‬ ‫ژوند‬ ‫خپل‬ ‫د‬ ‫زه‬

‫ګران کار نه دی ستا تر دره خو به درشم‬


‫يم‬ ‫خفه‬ ‫ته‬ ‫راتللو‬ ‫بیرته‬ ‫واپس‬ ‫خو‬

‫دا نو څنګه محبت دی چې کال تېر شو‬


‫يم‬ ‫خفه‬ ‫ته‬ ‫غوښتلو‬ ‫خولګۍ‬ ‫يوې‬ ‫د‬

‫زه اوس بیا نوی مین شوم ‪،‬رنګ مې زيړ دی‬


‫يم‬ ‫خفه‬ ‫ته‬ ‫ژړېدلو‬ ‫او‬ ‫سوچو‬ ‫بیا‬

‫کړيږم‬ ‫ځکه‬ ‫وخت‬ ‫هر‬ ‫کې‬ ‫مینه‬ ‫په‬ ‫زه‬


‫يم‬ ‫خفه‬ ‫ته‬ ‫هېرولو‬ ‫يار‬ ‫دخپل‬ ‫چې‬

‫ګوهره‬ ‫شوله‬ ‫تنهايي‬ ‫راغله‬ ‫شپه‬ ‫بیا‬


‫يم‬ ‫خفه‬ ‫ته‬ ‫رانغښتلو‬ ‫کې‬ ‫شعر‬ ‫درد‪،‬په‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪19‬‬

‫غزل‬

‫ما ويل بیا به مینه نه کوم خو بیا مې وکړه‬


‫بس دومره پوه شومه جانانه چې خطا مې وکړه‬

‫خدايه هغه کس رانصیب کړې چې په زړه کې مې دی‬


‫وژړل ښه ډېر او دا دعامې وکړه‬ ‫بیګا مې‬

‫ته خو به خود هم نه منې چې زړه دې وړی له ما‬


‫غل خو پخپله باندې نه وايي چې غال مې وکړه‬

‫تا هم خپل کار اوکړ جانانه او جفا دې وکړه‬


‫ما هم خپل فرض دی پوره کړی او وفامې وکړه‬

‫بیا خو به ته هم ټوله شپه ژاړې ‪،‬پښېمانه به يې‬


‫که دې ازار کړمه اللیه او ښېرا مې وکړه‬

‫د رقیب سر مې دی مات کړی د خپل يار په چم کې‬


‫ګوهره خوښ يمه چې دا لويه غزا مې وکړه‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫کړم‬ ‫شاعري‬ ‫غمه‬ ‫ډېره‬ ‫له‬ ‫جانان‬ ‫د‬


‫کړم‬ ‫شاعري‬ ‫غمه‬ ‫ډېره‬ ‫له‬ ‫هجران‬ ‫د‬

‫ديدنه‬ ‫بې‬ ‫راغلم‬ ‫کوڅې‬ ‫له‬ ‫يار‬ ‫د‬ ‫بیا‬


‫کړم‬ ‫شاعري‬ ‫غمه‬ ‫ډېره‬ ‫له‬ ‫روان‪،‬‬ ‫يم‬

‫چې دا دومره دروند غم يوسم ‪،‬کاڼی نه يم‬


‫کړم‬ ‫شاعري‬ ‫غمه‬ ‫ډېره‬ ‫له‬ ‫انسان‬ ‫زه‬

‫يم‬ ‫راګېر‬ ‫منځ‬ ‫تر‬ ‫درقیب‬ ‫او‬ ‫بیلتون‬ ‫د‬


‫کړم‬ ‫شاعري‬ ‫غمه‬ ‫ډېره‬ ‫حیران‪،‬له‬ ‫يم‬

‫وپوښت‬ ‫دې‬ ‫سبب‬ ‫شاعري‬ ‫د‬ ‫زما‬ ‫چې‬


‫کړم‬ ‫شاعري‬ ‫غمه‬ ‫ډېره‬ ‫له‬ ‫!‬ ‫قربان‬ ‫اخ‬

‫فکر مه کړئ چې ګوهر بس سم وزګار دی‬


‫کړم‬ ‫شاعري‬ ‫غمه‬ ‫ډېره‬ ‫له‬ ‫ايمان‪،‬‬ ‫په‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪10‬‬

‫غزل‬

‫ورځ مې خرابه وي چې تاته مې کتلي نه وي‬


‫داسي شپې کمي دې چې ما په کې ژړلي نه وي‬

‫هغه سړی د بیلتانه په غمو څه خبر وي‬


‫چا چې په ټول ژوند کې غمونه هیڅ لیدلي نه وي‬

‫په دې دنیا کې هر عمل لکه په غره کې چیغه‬


‫بد به ونه ريبي چې هر چا بد کرلي نه وي‬

‫خدايه تر هغه مې ژوندی لرې تر څو پورې چې‬


‫ټول پښتانه مې په يوه ټغر لیدلي نه وي‬

‫د ستا په هجر ګاللۍ دومره ژړلي دې ما‬


‫دومره به تا چېرته په عمر کې خندلي نه وي‬

‫ګوهر له تاسره کړي دومره ډېره مینه ياره‬


‫ستا په خوب خاطر کې هم کله راغلي نه وي‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫مــــین چــــي نــــه وي زنــــدګي بانــــدي هــــیڅ نــــه پــــوهیږي‬


‫هغـــــه پـــــه درد د تنهـــــايي بانـــــدي هـــــیڅ نـــــه پـــــوهیږي‬

‫زړه چـــي ورنـــه کـــړې دلـــداري بانـــدي هـــیڅ نـــه پـــوهیږي‬


‫دا ښـــکلي ښـــکلي پـــه يـــاري بانـــدي هـــیڅ نـــه پـــوهیږي‬

‫کلـــی يـــې ټـــول پـــه مـــا خبـــر کـــړ ځوانیمرګـــه يـــې کـــړې‬
‫وړه جینـــــۍ پـــــه ريبـــــاري بانـــــدي هـــــیڅ نـــــه پـــــوهیږي‬

‫څــوک چــي ســرې شــونډي‪،‬توري ســترګي شــاعري نــه بــولي‬


‫واهلل هغــــوئ پــــه شــــاعري بانــــدي هــــیڅ نــــه پــــوهیږي‬

‫د خلکــو زړونــه يــې پريښــي دي جومــات کــي ناســت دی‬


‫زاهــــد پــــه چــــل د بنــــدګي بانــــدي هــــیڅ نــــه پــــوهیږي‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫ورځ‬ ‫يوه‬ ‫شم‬ ‫به‬ ‫نشانه‬ ‫سترګو‬ ‫د‬ ‫ستا‬


‫ورځ‬ ‫يوه‬ ‫شم‬ ‫به‬ ‫افسانه‬ ‫غمونو‬ ‫د‬

‫همداسې‬ ‫وه‬ ‫مینه‬ ‫زما‬ ‫حسن‬ ‫ستا‬ ‫که‬


‫ورځ‬ ‫يوه‬ ‫شم‬ ‫به‬ ‫تماشه‬ ‫خلکو‬ ‫دې‬ ‫د‬

‫!‬ ‫زړګیه‬ ‫سره‬ ‫ژړا‬ ‫له‬ ‫او‬ ‫غم‬ ‫دې‬ ‫له‬


‫ته غم مه کړه ‪،‬اموخته به شم يوه ورځ‬

‫ځورولم‬ ‫هسې‬ ‫دا‬ ‫ورځ‬ ‫هره‬ ‫دې‬ ‫که‬


‫ورځ‬ ‫يوه‬ ‫شم‬ ‫به‬ ‫خفه‬ ‫شم‪،‬‬ ‫به‬ ‫الړ‬ ‫درنه‬

‫کې‬ ‫اسمان‬ ‫په‬ ‫عروجونو‬ ‫د‬ ‫غزل‬ ‫د‬


‫ورځ‬ ‫يوه‬ ‫شم‬ ‫به‬ ‫راښکاره‬ ‫ستوری‬ ‫لکه‬

‫السه‬ ‫د‬ ‫میني‬ ‫لیونۍ‬ ‫د‬ ‫هغې‬ ‫د‬


‫ورځ‬ ‫يوه‬ ‫شم‬ ‫به‬ ‫ديوانه‬ ‫او‬ ‫سودايي‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫دريابونه‬ ‫غمونه‪،‬‬ ‫ستا‬ ‫راغلل‬ ‫راباندي‬ ‫بیا‬


‫دريابونه‬ ‫خیالونه‪،‬‬ ‫شول‬ ‫مي‬ ‫وارخطا‬ ‫ياره‬

‫ژوند دی تېروم يې بس په تشو امیدونو‬


‫دريابونه‬ ‫سرابونه‪،‬‬ ‫ښکاري‬ ‫راته‬ ‫ځکه‬

‫نن مي په يو جام ګوذاره نه کیږي بې سوره يم‬


‫دريابونه‬ ‫دريابونه‪،‬‬ ‫راکړه‬ ‫ساقي‬ ‫خو‬ ‫نن‬

‫سترګوپه درياب کي چي دي دوو کسو ته ګورم‬


‫دريابونه‬ ‫موجونه‪،‬‬ ‫زر‬ ‫راشي‬ ‫مي‬ ‫ته‬ ‫ذهن‬

‫راياديږي‬ ‫خوښیږي‪،‬‬ ‫خبر‬ ‫يوه‬ ‫مي‬ ‫تراوسه‬


‫دريابونه‬ ‫کتابونه‪،‬‬ ‫چي‬ ‫ويل‬ ‫راته‬ ‫چا‬

‫ناترسه‬ ‫داسي‬ ‫ژړوې‬ ‫چیغو‬ ‫په‬ ‫مي‬ ‫ولي‬


‫په مخ مي ځي د اوښکو سېالبونه‪ ،‬دريابونه‬

‫شعر کي دي ګوهر د حکمت غواړمه ګوهره‬


‫دريابونه‬ ‫شعرونه‪،‬‬ ‫دي‬ ‫ګوهرو‬ ‫له‬ ‫دي‬ ‫ډک‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫زړه کي پیدا شوې مي جذبه ده‪ ،‬عجیبه غوندي‬


‫ده‪ ،‬عجیبه غوندي‬ ‫خدايه دغه مینه پښتنه‬

‫داچي په خاورين وجودسېلونه داسمان کوي‬


‫خلکود ضعیف انسان رتبه ده‪ ،‬عجیبه غوندي‬

‫ځان او له جهان نه سړی دومره بې پرواکړي‬


‫څومره دادعشق ظالم نشه ده‪ ،‬عجیبه غوندي‬

‫ستړی دې په ژوند کړي خوپه مرګ دي قدر زيات شي‬


‫دغه دود‪،‬دستور او فلسفه ده‪ ،‬عجیبه غوندي‬

‫يادونه دي دسیوري غوندي ګډ راسره درومي‬


‫ځارجانانه زما اوستا رشته ده‪ ،‬عجیبه غوندي‬

‫په ژبه د نغمو کي دزړه درد بیانول دي‬


‫ګوهره شاعري هم سلسله ده‪ ،‬عجیبه غوندي‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫زړه مي رانه غواړي د اشنا په څېر يو څوک‬


‫نه مي کړ پیدا ياره د ستا په څېر يو څوک‬

‫هو دا منم ښکلي به ډېر وي دې جهان کي‬


‫په څېر يو څوک‬ ‫زه غواړمه د هغه بې وفا‬

‫ته که په خپل حسن باندي ناز کوې دا واوره‬


‫نه به کړې مین ښکلیه زما په څېر يو څوک‬

‫کله چي را ياد شي ټول دردونه مي قرار شي‬


‫زړه کي مي دی مېشت دمسیحا په څېر يو څوک‬

‫ښکاري دغه خاوره يو ځل بیا انقالب غواړي‬


‫خدايه کړې پیدا د احمدشاه په څېر يو څوک‬

‫وتراشي لفظونه ترې ګوهر د غزل جوړکړي‬


‫صفت لري دې ځای کي دکیمیا په څېر يو څوک‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪17‬‬

‫غزل‬

‫‪،‬راشه‬ ‫دي‬ ‫سرې‬ ‫سترګي‬ ‫مي‬ ‫ژړا‬ ‫ډېري‬


‫دي‪،‬راشه‬ ‫اوږدې‬ ‫نه‬ ‫کلونو‬ ‫مي‬ ‫شپې‬

‫غوندې‬ ‫ستورو‬ ‫د‬ ‫يمه‬ ‫ويښ‬ ‫شپه‬ ‫ټوله‬


‫دي‪،‬راشه‬ ‫لمحې‬ ‫ترخې‬ ‫بېلتانه‬ ‫د‬

‫ال خو دي زه په ناز پوی شوی نه يم‬


‫دي‪،‬راشه‬ ‫کیسې‬ ‫پاتي‬ ‫زړه‬ ‫په‬ ‫مي‬ ‫ال‬

‫بولم‬ ‫يواځي‬ ‫ځان‬ ‫کي‬ ‫جهان‬ ‫لوی‬ ‫په‬


‫دي‪،‬راشه‬ ‫مړې‬ ‫شمعي‬ ‫ټولي‬ ‫محفل‬ ‫د‬

‫خاطر‬ ‫په‬ ‫خدای‬ ‫د‬ ‫نور‬ ‫دی‬ ‫بس‬ ‫جانانه‬


‫راشه‬ ‫دي‪،‬‬ ‫وعدې‬ ‫دي‬ ‫کړې‬ ‫راسره‬

‫شو‬ ‫تېر‬ ‫کي‬ ‫انتظار‬ ‫په‬ ‫ټول‬ ‫مي‬ ‫عمر‬


‫راشه‬ ‫دي‪،‬‬ ‫شپې‬ ‫اخري‬ ‫ګوهر‬ ‫زما‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪18‬‬

‫غزل‬

‫شوې‬ ‫نظره‬ ‫شوې‪،‬له‬ ‫اغزی‬ ‫خو‬ ‫وې‬ ‫ګل‬


‫شوې‬ ‫نظره‬ ‫شوې‪،‬له‬ ‫پردی‬ ‫الړلې‬

‫شوې‬ ‫نظره‬ ‫شوې‪،‬له‬ ‫سپېلنی‬ ‫زړه‬ ‫اخ‬


‫شوې‬ ‫نظره‬ ‫شوې‪،‬له‬ ‫لوګی‬ ‫ته‬ ‫ښکلو‬

‫ژونده‬ ‫خواروزار‬ ‫وکړم‬ ‫درسره‬ ‫څه‬


‫شوې‬ ‫نظره‬ ‫له‬ ‫شوې‪،‬‬ ‫مازيګری‬ ‫غمجن‬

‫خوشحال به وې‪ ،‬بې غمه وې‪ ،‬خندل به دي‬


‫شوې‬ ‫نظره‬ ‫له‬ ‫شوې‪،‬‬ ‫رازلمی‬ ‫چي‬ ‫اوس‬

‫پسې‬ ‫چا‬ ‫په‬ ‫چي‬ ‫ګوهره‬ ‫خبر‬ ‫خدای‬


‫شوې‬ ‫نظره‬ ‫له‬ ‫شوې‪،‬‬ ‫لېونی‬ ‫الړې‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪19‬‬

‫غزل‬

‫بیا دې له ځانه سره ولې دا غمونه راوړل‬


‫مین شوې څه له زړه او څه له دې دردونه راوړل‬

‫له مرګه پس به هم نکیر منکر ته دا وايمه‬


‫ما له خپل ځان سره نیمګړي ارمانونه راوړل‬

‫موږخلک څه کوو چې څه رنګ تماشې يې وکړې‬


‫ستا له کوڅې خو موږ واپس داغلي زړونه راوړل‬

‫خدايه په هغوخلکو جنګ پورې کړې‪،‬ختم يې کړې‬


‫دا کوموخلکو چې زموږ چم ته جنګونه راوړل‬

‫دا د هغو کار دی چې څنګ کې يې خنجر نیولی‬


‫ګلونه راوړل‬ ‫کنه پښتون خو الس کې هر چاته‬

‫ګوهر دسرو او سپینو وس نه لري ګرانه ياره‬


‫د تا لپاره يې څو مات او ګوډ شعرونه راوړل‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫ګوهره‬ ‫غواړي‬ ‫اراده‬ ‫ټینګه‬ ‫مینه‬


‫ګوهره‬ ‫غواړي‬ ‫حوصله‬ ‫لويه‬ ‫مینه‬

‫دي‬ ‫نه‬ ‫اسانه‬ ‫کول‬ ‫پرې‬ ‫غر‬ ‫شیشه‬ ‫په‬


‫ګوهره‬ ‫غواړي‬ ‫جذبه‬ ‫پاکه‬ ‫عشق‬ ‫د‬ ‫دا‬

‫نشته‬ ‫يادونه‬ ‫جانان‬ ‫د‬ ‫کې‬ ‫زړه‬ ‫مې‬ ‫اوس‬


‫ګوهره‬ ‫غواړي‬ ‫حافظه‬ ‫خو‬ ‫يادول‬

‫زړه مې زړه غواړي له تانه‪ ،‬زړه دې راکړه‬


‫ګوهره‬ ‫غواړي‬ ‫نه‬ ‫څیزونه‬ ‫نور‬ ‫مې‬ ‫زړه‬

‫شه‬ ‫چوپ‬ ‫ګڼي‬ ‫کفر‬ ‫مینه‬ ‫خلک‬ ‫دلته‬


‫ګوهره‬ ‫غواړي‬ ‫بهانه‬ ‫خلک‬ ‫دلته‬

‫خو‬ ‫‪،‬شاعري‬ ‫ده‬ ‫نه‬ ‫اسانه‬ ‫شاعري‬


‫ګوهره‬ ‫غواړي‬ ‫سرمايه‬ ‫غمونو‬ ‫د‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪10‬‬

‫غزل‬

‫لري‬ ‫چېرته‬ ‫ځانه‬ ‫له‬ ‫وای‬ ‫تللی‬ ‫کاشکې‬


‫لري‬ ‫چېرته‬ ‫جهانه‬ ‫له‬ ‫خلکو‬ ‫دې‬ ‫له‬

‫دی‬ ‫انديښنو‬ ‫او‬ ‫غمو‬ ‫د‬ ‫کور‬ ‫زړه‬ ‫زما‬


‫لري‬ ‫چېرته‬ ‫ارمانه‬ ‫ته‬ ‫ځای‬ ‫بل‬ ‫شه‬ ‫الړ‬

‫میني‬ ‫د‬ ‫کوي‬ ‫نه‬ ‫قدر‬ ‫خلک‬ ‫دلته‬


‫لري‬ ‫چېرته‬ ‫جانانه‬ ‫وتښتو‬ ‫چې‬ ‫ځه‬

‫دا په کوم ځای کې شوم پاتې خبر نه يم‬


‫لري‬ ‫چېرته‬ ‫کاروانه‬ ‫له‬ ‫عشق‬ ‫د‬ ‫زه‬

‫بیا يې قدر ور معلوم شي ‪،‬بیا خفه وي‬


‫څوک چې الړ شي له يو چانه چېرته لري‬

‫يوسې‬ ‫ته‬ ‫خدايه‬ ‫شر‬ ‫دا‬ ‫او‬ ‫جنګونه‬ ‫دا‬


‫لري‬ ‫چېرته‬ ‫افغانه‬ ‫له‬ ‫ته‬ ‫خوا‬ ‫يو‬ ‫بس‬

‫وايي‬ ‫ګوهر‬ ‫وای‬ ‫نه‬ ‫مجبوري‬ ‫څه‬ ‫مې‬ ‫که‬


‫لري‬ ‫چېرته‬ ‫جانانه‬ ‫له‬ ‫تلم‬ ‫نه‬ ‫به‬ ‫زه‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫ګډ مي شوې په وينه کې خپل ځان کې راته ته ښکارې‬


‫خدايه په دوو سترګو د جانان کې راته ته ښکارې‬

‫سره غرمه کې ته يې ‪ .‬په زېړي مازديګر تا وينم‬


‫ستوری شې‪ ،‬سپوږمۍ شې پاس اسمان کې راته ته ښکارې‬

‫کېږدمه‬ ‫زنګون‬ ‫په‬ ‫شمه‪،‬سر‬ ‫يوازي‬ ‫چې‬ ‫کله‬


‫خیال شې تصور شې په ګرېوان کې راته ته ښکارې‬

‫کړم‬ ‫نه‬ ‫فرياد‬ ‫ستمونو‬ ‫له‬ ‫دنیا‬ ‫د‬ ‫ځکه‬ ‫دا‬


‫خدايه ! په دې هر سخت امتحان کې راته ته ښکارې‬

‫څنګه اوس له تا نه بغیر بل چاته زړه ورکړمه‬


‫يه جانانه ! خدايږو په ايمان کې راته ته ښکارې‬

‫پرته ستا له مخه زه په سترګو بل څه نه وينم‬


‫ښکارې‬ ‫ته‬ ‫راته‬ ‫کې‬ ‫جهان‬ ‫د‬ ‫ښايستونو‬ ‫ټولو‬

‫زه ګوهر خو ستا له ښکلو سترګو الهام اخلم‬


‫ځکه په هر مخ د خپل دېوان کې راته ته ښکارې‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫ارمان رو‪ ،‬رو‬ ‫له خپل زړه به بې اوباسم‬


‫رو‬ ‫رو‪،‬‬ ‫جانان‬ ‫نازولی‬ ‫به‬ ‫هیروم‬

‫کړي‬ ‫حرام‬ ‫خوبونه‬ ‫ما‬ ‫په‬ ‫غمو‬ ‫ستا‬


‫رو‪ ،‬رو‬ ‫مي اوښکي ځي په ګرېوان‬ ‫ټوله شپه‬

‫ډوبیږي‬ ‫چي‬ ‫ګورم‬ ‫مې‬ ‫بیړۍ‬ ‫ځواني‬ ‫د‬


‫د بیلتون په میرات مړي طوفان رو‪ ،‬رو‬

‫راياديږې‬ ‫زياته‬ ‫ته‬ ‫وخت‬ ‫هغه‬ ‫ماته‬


‫‪،‬رو‬ ‫رو‬ ‫باران‬ ‫وريږي‬ ‫او‬ ‫وي‬ ‫ماښام‬ ‫چې‬

‫ژړاګاني‬ ‫زما‬ ‫غرور‪،‬‬ ‫ستا‬ ‫وي‬ ‫نه‬ ‫به‬ ‫تل‬


‫خدای به تیر کړي ستا د حسن دوران رو‪ ،‬رو‬

‫يم‬ ‫حیران‬ ‫وکړي‬ ‫چا‬ ‫په‬ ‫سړی‬ ‫اعتبار‬


‫رو‪ ،‬رو‬ ‫خیږي د لستوڼي ماران‬ ‫ياران‬

‫شم‬ ‫لیونی‬ ‫به‬ ‫اخر‬ ‫چې‬ ‫ښکاري‬ ‫داسي‬


‫رو‬ ‫رو‪،‬‬ ‫ځان‬ ‫په‬ ‫ګوهره‬ ‫پوهیږمه‬ ‫زه‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫جانان د عشق په دا م کې ګیر کړم‪ ،‬بیا يې پرېښولم‬


‫بند يې د زلفو په زنځیر کړم‪ ،‬بیا يې پرېښولم‬

‫هغه سړی مې څنګه يار شو‪ ،‬څه بې وخته الړو‬


‫زه يې ښه پوهه په تقدير کړم‪ ،‬بیا يې پرېښولم‬

‫مخ يې له ورايه راښکاره کړ‪ ،‬خوله يې رانه کړه بیا‬


‫ظالم د خپل حسن فقیر کړم‪ ،‬بیا يې پرېښولم‬

‫ما به د شمعې غوندي درسته شپه په ويښه خوړه‬


‫جانان عادت زه په شوګیر کړم‪ ،‬بیا يې پرېښولم‬

‫د بې وفا اللي قیصه به درته څه وکړمه‬


‫ګوهره بس زه يې شاعر کړم‪ ،‬بیا يې پرېښولم‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫ډېر ځل داسي شوي چې له ځانه يو تېر شوي‬


‫عشق کې مونږ له ګټې او تاوانه يو تېر شوي‬

‫شپږ کلیمې ووايو چې ستا له کوڅې راشو‬


‫هسي نه چې هلته له ايمانه يو تېر شوي‬

‫میني‬ ‫د‬ ‫پېژني‬ ‫قدر‬ ‫خلک‬ ‫دلته‬ ‫چې‬ ‫څو‬


‫هاغه وخت به موږ له دې جهانه يو تېر شوي‬

‫يار مو له رقیب سره لیدلی دی په څنګ کې‬


‫څو واري له دې سخت امتحانه يو تېر شوي‬

‫اوس خو د حاالتو مجبوري ده کنې هر وخت‬


‫موږ له خپلې خاوري ډېر په ګرانه يو تېر شوي‬

‫يار‪ ،‬رانه الس واخیستو ګوهره دا سې وخت کې‬


‫اوس چې موږ د مینې له اسمانه يو تېر شوي‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫زړه مې د خپل زړه له دېرې نه بهر مه اوباسه‬


‫اوباسه‬ ‫مه‬ ‫بهر‬ ‫نه‬ ‫حافظې‬ ‫د‬ ‫ما‬ ‫جانانه‬

‫د يو چا غم په مخه کړی يمه دلته راغلم‬


‫ساقي ما نن د میکدې نه بهر مه اوباسه‬

‫زه مې په خپل ځان باندې نه يمه‪ ،‬په تا ډارېږم‬


‫ما پسې سر له دروازې نه بهر مه اوباسه‬

‫دا څه خبرې مې بس پرېږده چې په زړه پاتې وي‬


‫دا څه خبرې مې د خولې نه بهر مه اوباسه‬

‫نور مې په ځان پسې د خلکو تر مخ مه ژړوه‬


‫اوباسه‬ ‫ما د پښتو له دايرې نه بهر مه‬

‫ګوهره دلته مې هم زړه ډېر بې قراره دی‪ ،‬خو‬


‫ما مې دخپل يار له کوڅې نه بهر مه اوباسه‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪17‬‬

‫غزل‬

‫ستا په ياري کې راته هر امید ‪ ،‬ارمان ښکاريږي‬


‫په دغه رنګ خو دغه ژوند تېرول ګران ښکاريږي‬

‫زما په زړه کې محبت داسې ريښې وکرلې‬


‫چې اوس له ورايه راته هر ښکلی جانان ښکاريږي‬

‫څوک چې په ښکلو اعتماد کوي او زړه ورکوي‬


‫ماته خو دغه سړی خدای شته ډير نادان ښکاريږي‬

‫دا به زما ددغه خپل پښتون طبیعت وجه وي‬


‫رقیب که هر څومره شي نیک‪ ،‬ماته شیطان ښکاريږي‬

‫له دې نه پورته نو دا مینه نوره څه ته وايي‬


‫تاته چې ګورمه جانانه ‪،‬ماته ځان ښکاريږي‬

‫دا د اسالم ټیکه دارانو ته له ځانه پرته‬


‫په دې دنیا کې خدای که هیڅوک مسلمان ښکاريږي‬

‫دغه زوی مړي په پردو غمو ځواني ضايع کړه‬


‫چې ورته ګورم ګوهر هر وخت پريشان ښکاريږي‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪18‬‬

‫غزل‬

‫يادېږم‬ ‫درته‬ ‫ښه‬ ‫چې‬ ‫ده‬ ‫پته‬ ‫ماته‬


‫يادېرم‬ ‫درته‬ ‫زړه‬ ‫له‬ ‫وايې‬ ‫دروغ‬ ‫ته‬

‫جانانه‬ ‫واړوه‬ ‫ته‬ ‫قبلې‬ ‫مخ‬ ‫راشه‬


‫ياديږم؟‬ ‫درته‬ ‫نه‬ ‫چې‬ ‫وکړه‬ ‫قسم‬ ‫بیا‬

‫دواړه سترګې دي بیا ډکي دي له اوښکو‬


‫يادېږم؟‬ ‫درته‬ ‫زه‬ ‫که‬ ‫يې‬ ‫وهلې‬ ‫مور‬

‫اخ جانانه زړه مې ټک شو پښو ته راغی‬


‫يادېږم؟‬ ‫درته‬ ‫څه؟‬ ‫وويلو‬ ‫دې‬ ‫څه‬

‫شم‬ ‫بنديوان‬ ‫خاورو‬ ‫تورو‬ ‫د‬ ‫ځل‬ ‫يو‬ ‫چې‬


‫ياديږم‬ ‫درته‬ ‫هله‬ ‫بیا‬ ‫به‬ ‫ګوهر‬ ‫نو‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪19‬‬

‫غزل‬

‫راځي‬ ‫نه‬ ‫طريقه‬ ‫خپلولو‬ ‫د‬ ‫ستا‬ ‫جانانه‬


‫راځي‬ ‫نه‬ ‫طريقه‬ ‫قربانولو‬ ‫ځان‬ ‫د‬ ‫تا‬ ‫په‬

‫دې ګالبي مخ ته دې ځکه هسې ځیر ګورمه‬


‫راځي‬ ‫نه‬ ‫د ښکلولو طريقه‬ ‫د دې ګالب‬
‫يم مسلمان يمه افغان پرته له خدايه‪ ،‬بل ته‬
‫راځي‬ ‫نه‬ ‫طريقه‬ ‫ټیټېدلو‬ ‫د‬ ‫سر‬ ‫خوده‬ ‫بې‬
‫ځان سره سل رنګه خبرې او سوچونه وکړم‬
‫خو د يار مخکې د ويلو طريقه نه راځي‬
‫ته يې ښکال ته خوشحالي ته مې سکون يې د ژوند‬
‫راځي‬ ‫نه‬ ‫طريقه‬ ‫اوسېدلو‬ ‫د‬ ‫تا‬ ‫له‬ ‫پرته‬
‫خاوند ه ته خو مې د خوږ زړګي نه ښه خبر يې‬
‫راځي‬ ‫نه‬ ‫طريقه‬ ‫غوښتلو‬ ‫د‬ ‫دعاګانو‬ ‫د‬

‫په دې خوږه ساده پښتو کې به دې ستايم هر وخت‬


‫نور ما ګوهر ته د لیکلو طريقه نه راځي‬

‫لیکه‬ ‫په‬ ‫غزل‬ ‫د‬ ‫امرخیل‬ ‫جالل‬ ‫د‬


‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫راځي‬ ‫هوا‬ ‫مسته‬ ‫زړګي‬ ‫په‬ ‫مې‬ ‫نن‬


‫راځي‬ ‫اشنا‬ ‫چې‬ ‫ښکاري‬ ‫راته‬ ‫داسې‬

‫داسې‬ ‫وراخطا‬ ‫کړي‬ ‫ما‬ ‫يادونه‬ ‫ستا‬


‫راځي‬ ‫حرا‬ ‫په‬ ‫چې‬ ‫جبريل‬ ‫لکه‬ ‫سم‬

‫واخلم‬ ‫بال‬ ‫سترګو‬ ‫خندنو‬ ‫د‬ ‫ستا‬


‫راځي‬ ‫ژړا‬ ‫ګورمه‬ ‫درته‬ ‫چې‬ ‫زه‬

‫څخه‬ ‫طور‬ ‫کوه‬ ‫له‬ ‫ياد‬ ‫د‬ ‫زړه‬ ‫د‬ ‫زما‬


‫راځي‬ ‫ندا‬ ‫ستا‬ ‫نه‬ ‫خوا‬ ‫هرې‬ ‫له‬ ‫يار‬

‫کوه‬ ‫مه‬ ‫پوښتنه‬ ‫لیونتوب‬ ‫د‬ ‫زما‬


‫راځي‬ ‫تا‬ ‫په‬ ‫بیا‬ ‫به‬ ‫الزام‬ ‫دا‬ ‫ګوره‬

‫راکړله‬ ‫سبا‬ ‫د‬ ‫وعده‬ ‫راته‬ ‫يار‬


‫راځي‬ ‫سبا‬ ‫دا‬ ‫کله‬ ‫به‬ ‫اوس‬ ‫خدايه‬

‫راشي‬ ‫هم‬ ‫دی‬ ‫خیر‬ ‫ګوهره‬ ‫به‬ ‫وخت‬ ‫ښه‬


‫راځي‬ ‫رڼا‬ ‫پسې‬ ‫تیارو‬ ‫په‬ ‫خو‬ ‫تل‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪10‬‬

‫غزل‬

‫ووايم‬ ‫زړه‬ ‫درته‬ ‫که‬ ‫روح‬ ‫ووايم‬


‫ووايم‬ ‫څه‬ ‫درته‬ ‫چې‬ ‫حیران‬ ‫يمه‬

‫ډک‬ ‫نونه‬ ‫رقیبا‬ ‫له‬ ‫ټول‬ ‫دی‬ ‫محفل‬


‫ووايم‬ ‫لېمه‬ ‫په‬ ‫به‬ ‫قیصه‬ ‫زړه‬ ‫د‬

‫شم‬ ‫الړ‬ ‫لرې‬ ‫دومره‬ ‫کې‬ ‫سوچ‬ ‫دې‬ ‫کله‬


‫ووايم‬ ‫ته‬ ‫ته‪،‬‬ ‫ځان‬ ‫او‬ ‫ځان‬ ‫تاته‬ ‫چې‬

‫ده‬ ‫شپه‬ ‫توره‬ ‫دې‬ ‫که‬ ‫زلفې‬ ‫تورې‬ ‫دا‬


‫ووايم‬ ‫لمبه‬ ‫ته‬ ‫مخ‬ ‫سپین‬ ‫دې‬ ‫به‬ ‫بیا‬

‫کړ‬ ‫تاريخ‬ ‫دماللۍ‬ ‫ژوندی‬ ‫دې‬ ‫که‬


‫ووايم‬ ‫پښتنه‬ ‫کلکه‬ ‫به‬ ‫درته‬

‫رازونه‬ ‫زړه‬ ‫د‬ ‫پوښته‬ ‫مه‬ ‫ګوهره‬


‫ووايم‬ ‫نه‬ ‫څه‬ ‫چه‬ ‫زه‬ ‫دا‬ ‫وي‬ ‫به‬ ‫ښه‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫سهاره‬ ‫تر‬ ‫به‬ ‫سوځېدم‬ ‫شمع‬ ‫لکه‬


‫سهاره‬ ‫تر‬ ‫به‬ ‫ژړېدم‬ ‫وه‪،‬‬ ‫فراق‬ ‫ستا‬

‫وه‬ ‫تنهايي‬ ‫وې‪،‬‬ ‫شېبې‬ ‫ترخې‬ ‫هجران‬ ‫د‬


‫سهاره‬ ‫تر‬ ‫به‬ ‫کړېدم‬ ‫وه‪،‬‬ ‫وسي‬ ‫بې‬

‫کوڅو کې‬ ‫کرۍ شپه به ستا په الرو په‬


‫سهاره‬ ‫تر‬ ‫به‬ ‫ګرځېدم‬ ‫‪،‬‬ ‫وم‬ ‫لیونی‬

‫تر منځ به مرکې وې‬ ‫د غماز او ستا‬


‫سهاره‬ ‫تر‬ ‫به‬ ‫ځورېدم‬ ‫وم‪،‬‬ ‫ناست‬ ‫به‬ ‫زه‬

‫کله‬ ‫ونیولم‬ ‫کې‬ ‫غېږ‬ ‫په‬ ‫يار‬ ‫به‬ ‫چې‬


‫سهاره‬ ‫تر‬ ‫به‬ ‫زنګېدم‬ ‫وم‪،‬‬ ‫مست‬ ‫به‬ ‫بیا‬

‫کې‬ ‫غم‬ ‫په‬ ‫ستا‬ ‫به‬ ‫تېريده‬ ‫چې‬ ‫شپه‬ ‫هر‬


‫سهاره‬ ‫تر‬ ‫به‬ ‫کېدم‬ ‫مړ‬ ‫ده!‬ ‫توبه‬ ‫اف‬

‫خوله‬ ‫يوه‬ ‫په‬ ‫ګوهره‪،‬‬ ‫وه‬ ‫مینه‬ ‫پاکه‬


‫سهاره‬ ‫تر‬ ‫به‬ ‫شرمېدم‬ ‫ده‪،‬‬ ‫عجیبه‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫سوزې مې په څه په سره انګار باندې جانانه‬


‫مه ږده شنه خالونه په رخسار باندې جانانه‬

‫زړه مې نور زخمي دی او وتلی دی له کاره‬


‫غمونه راکوه خو لږ په شمار باندې جانانه‬

‫کرۍ شپه مې په غېږ کې د شبنم په شانې پروت وې‬


‫مه پاڅېږه اوس په شنه سهار باندې جانانه‬

‫بیا به هم په جاره ستا د میني اعالن وکړم‬


‫که شمه د منصور غوندې په دار باندې جانانه‬

‫تا چې له غماز سره الس يو کړ زما مرګ ته‬


‫زړه مې درنه تور شو په دې کار باندې جانانه‬

‫غلی مه تېريږه ګوره الس کړه راته پورته‬


‫کله مې چې راشې په مزار باندې جانانه‬

‫بس دی کنه نور د سپینې خولې وعده پوره کړه‬


‫کړ ګوهر په انتظار باندې جانانه‬ ‫مړ دې‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫چې ستا له دغو سترګو غلچکو نه تښتېدم‬


‫ساده وم ‪،‬د تقدير له فیصلو نه تښتېدم‬

‫خبره چې د يار او د اغیار سره يوه شوه‬


‫زه هر وختې له داسې حادثو نه تښتېدم‬

‫ستا بې وفايي مې زړه تور کړی له هر چانه‬


‫ګرم نه وم که له خپلو او پردو نه تښتیدم‬

‫ژوند کې په لومړي ځل ما جانان ته غصه کړې‬


‫لومړی ځل زه له خپلو حوصلو نه تښتیدم‬

‫خوب کې مې د نن سبا شیخانو حاالت ولید‬


‫توبه مې له توبو شوه‪ ،‬له توبو نه تښتېدم‬

‫خلک يې پراته دي په دربار چې ډلې ډلې‬


‫تښتیدم‬ ‫نه‬ ‫هغو‬ ‫له‬ ‫لري‬ ‫ډېر‬ ‫زه‬ ‫ګوهره‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫غواړم‬ ‫څه‬ ‫خدايه‬ ‫پاکه‬ ‫له‬ ‫زه‬ ‫به‬ ‫نور‬


‫غواړم‬ ‫نه‬ ‫څه‬ ‫بل‬ ‫شوې‬ ‫نه‬ ‫زما‬ ‫چې‬ ‫ته‬

‫کړلو‬ ‫تېر‬ ‫خوښه‬ ‫په‬ ‫ستا‬ ‫ټول‬ ‫مې‬ ‫عمر‬


‫غواړم‬ ‫زه‬ ‫چې‬ ‫ومنه‬ ‫هغه‬ ‫خو‬ ‫اوس‬

‫يمه‬ ‫نه‬ ‫دي‬ ‫وږی‬ ‫دنیا‬ ‫د‬ ‫ګوره‬


‫غواړم‬ ‫زړه‬ ‫او‬ ‫غواړمه‬ ‫درنه‬ ‫مینه‬

‫کورته‬ ‫راستون‬ ‫شوم‬ ‫امیده‬ ‫نا‬ ‫بیا‬ ‫نن‬


‫ما خو وې د يار نه به نن خوله غواړم‬

‫وايم‬ ‫څه‬ ‫درته‬ ‫به‬ ‫نور‬ ‫ګوهره‬ ‫ځه‬


‫غواړم‬ ‫مړه‬ ‫واړه‬ ‫دې‬ ‫دښمنان‬ ‫خو‬ ‫بس‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫په ټول عمر کې ما دغه خطا کړې ده بس‬


‫چي مینه مې له تاسره رښتیا کړې ده بس‬

‫دا ولې مې تر اوسه نه هېريږي هغه کس‬


‫هغه خو ماته يو ځلي خندا کړې ده بس‬

‫خدای خو دې زما په حال کړه يو واري جانانه‬


‫هر وخت مې ستا له پاره دا دعا کړې ده بس‬

‫کې‬ ‫بدل‬ ‫په‬ ‫غمونو‬ ‫او‬ ‫ګانو‬ ‫ژړا‬ ‫د‬ ‫زما‬


‫بس‬ ‫ده‬ ‫کړې‬ ‫جفا‬ ‫سره‬ ‫ما‬ ‫له‬ ‫تا‬ ‫جانانه‬

‫وايي‬ ‫راته‬ ‫او‬ ‫بېلوي‬ ‫تنه‬ ‫له‬ ‫مو‬ ‫سرونه‬


‫يی تاسو کافران‪ ،‬تاسو ګناه کړې ده بس‬

‫نه خوب وه‪ ،‬نه خندا وه نه خوښي وه نه مستي‬


‫په عشق کې ما ګوهره صرف ژړا کړې ده بس‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪17‬‬

‫غزل‬

‫خپلــــــــي زنــــــــدګۍ نــــــــه پــــــــه تنــــــــګ شــــــــوی يــــــــم‬


‫يـــــــاره لـــــــه ځـــــــوانۍ نـــــــه پـــــــه تنـــــــګ شـــــــوی يـــــــم‬

‫زه خـــــــــــــــو دې د خلکـــــــــــــــو د خنـــــــــــــــدا کړمـــــــــــــــه‬


‫بــــــس ســــــتا لــــــه يــــــارۍ نــــــه پــــــه تنــــــګ شــــــوی يــــــم‬

‫نــــــــــــور دې د ژړا کیســــــــــــه کــــــــــــې نــــــــــــه يمــــــــــــه‬


‫نــــــور دې لــــــه ټګـــــــۍ نــــــه پــــــه تنـــــــګ شــــــوی يـــــــم‬

‫زه خــــــــــو يــــــــــې لــــــــــه ښــــــــــې شــــــــــمري وويســــــــــتم‬


‫بــــــس لــــــه دې جینــــــۍ نــــــه پــــــه تنــــــګ شــــــوی يــــــم‬

‫کلـــــــه بــــــــه لــــــــه دې عـــــــذاب نــــــــه خــــــــالص شــــــــمه‬


‫يــــــــاره پرديســــــــۍ نــــــــه پــــــــه تنــــــــګ شــــــــوی يــــــــم‬

‫درد د زړه پـــــــــــــــه خپلـــــــــــــــو وينـــــــــــــــو لیکمـــــــــــــــه‬


‫ګــــــــوهره شــــــــاعرۍ نــــــــه پــــــــه تنــــــــګ شــــــــوی يــــــــم‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪18‬‬

‫غزل‬

‫ياديږي‬ ‫راته‬ ‫وعدې‬ ‫خولې‬ ‫سپیني‬ ‫ستاد‬


‫ياديږي‬ ‫راته‬ ‫شپې‬ ‫ورځي‬ ‫تېري‬ ‫هغه‬

‫يم‬ ‫ويښ‬ ‫پوري‬ ‫سهاره‬ ‫تر‬ ‫ستوری‬ ‫لکه‬


‫ياديږي‬ ‫راته‬ ‫کیسې‬ ‫شپو‬ ‫نیمو‬ ‫د‬ ‫ستا‬

‫‪،‬هېرومه‬ ‫هېرومه‬ ‫يې‬ ‫څو‬ ‫هر‬ ‫چې‬


‫ياديږي‬ ‫‪،‬راته‬ ‫منې‬ ‫خدای‬ ‫زياته‬ ‫هومره‬

‫ستا د هجر درد مې زړه کي ال موجود دی‬


‫ياديږي‬ ‫راته‬ ‫شیبې‬ ‫ها‬ ‫اوسه‬ ‫تر‬ ‫ال‬

‫سوځم‬ ‫پوري‬ ‫سهاره‬ ‫تر‬ ‫شمع‬ ‫لکه‬


‫ياديږي‬ ‫راته‬ ‫مړې‪،‬‬ ‫اوښکي‬ ‫تويومه‬

‫همزولو؟‬ ‫وي‬ ‫څنګه‬ ‫به‬ ‫غريب‬ ‫ګوهر‬ ‫ها‪،‬‬


‫ياديږي‬ ‫راته‬ ‫اندازې‬ ‫بې‬ ‫ډېر‬ ‫خو‬ ‫نن‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪19‬‬

‫غزل‬

‫الرو ته ځیر ګورم د اشنا الر رانه ورکه ده‬


‫خدايه په دې خلکو کي دتا الر رانه ورکه ده‬

‫د وخت په ګردابونو کي يم هسي راګېر شوی‬


‫مخکي مخکي ځمه خو په شا الر رانه ورکه ده‬
‫حال مي د مجنون نه هم بدتر شو ستا په مینه کي‬
‫څیري ګرېوان ګرځم د صحرا الر رانه ورکه ده‬
‫هر څوک چي مي يار که ‪،‬اغیار جوړ شو ترې‬
‫يا زه يم بې وفا يا د وفا الر رانه ورکه ده‬
‫رالوتی‬ ‫باد‬ ‫غمونو‬ ‫د‬ ‫څنګه‬ ‫وطن‬ ‫په‬ ‫دا‬
‫ټول خلک زړيږي د خندا الر رانه ورکه ده‬
‫خدايه دې زلمو ته بس قلم په الس کي ورکړې‬
‫د جهل توره شپه ده د رڼا الر رانه ورکه ده‬

‫زه ګوهر افغان يمه د سر ټیټول نه راځي‬


‫نه ګورم دنیا ته د دنیا الر رانه ورکه ده‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫کړم‬ ‫خبري‬ ‫سره‬ ‫تقدير‬ ‫له‬ ‫ژوند‬ ‫خپل‬ ‫د‬


‫کړم‬ ‫خبري‬ ‫سره‬ ‫تصوير‬ ‫له‬ ‫ستا‬ ‫بیا‬

‫واخلي‬ ‫څه‬ ‫هر‬ ‫رانه‬ ‫څوک‬ ‫لیده‬ ‫مي‬ ‫خوب‬


‫کړم‬ ‫خبري‬ ‫سره‬ ‫تعبیر‬ ‫له‬ ‫يې‬ ‫اوس‬

‫کي‬ ‫خیالونو‬ ‫په‬ ‫میني‬ ‫د‬ ‫ستا‬ ‫کله‬


‫کړم‬ ‫خبري‬ ‫سره‬ ‫"وزير"‬ ‫له‬ ‫شم‬ ‫"پاچا"‬

‫فکر‬ ‫سندريز‬ ‫دی‬ ‫لوړ‬ ‫ډېر‬ ‫مي‬ ‫خو‬ ‫اوس‬


‫کړم‬ ‫خبري‬ ‫سره‬ ‫پامیر‬ ‫له‬ ‫خو‬ ‫اوس‬

‫ځیني‬ ‫زولنو‬ ‫له‬ ‫اوس‬ ‫يرېږم‬ ‫نه‬


‫يم لېونی شوی له زنځیر سره خبري کړم‬

‫لیکم‬ ‫غزل‬ ‫يمه‬ ‫ناست‬ ‫ګوهره‬ ‫بیا‬


‫کړم‬ ‫خبري‬ ‫سره‬ ‫ضمیر‬ ‫خپل‬ ‫له‬ ‫بیا‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪10‬‬

‫غزل‬

‫بیـــــا مـــــي پـــــه زړه اوري نـــــن يادونـــــه د خپـــــل کـــــور‬


‫کیـــــږي مـــــي تـــــر ســـــترګو ديوالونـــــه د خپـــــل کـــــور‬

‫هـــــر ځـــــای چـــــي واړه ماشـــــومان وويـــــنم پـــــه لوبـــــو‬


‫ذهــــــن تــــــه مــــــي راشــــــي زر ګلونــــــه دخپــــــل کـــــــور‬

‫څــوک چــي مــي د کلــي لــه خــوا راشــي ورتــه خــوښ يــم‬
‫ورشــــــم تــــــرې نــــــه وپوښــــــتم حالونــــــه د خپــــــل کــــــور‬

‫اوښـــــکو نـــــه مـــــي ډکـــــي شـــــوې لېمـــــې لکـــــه يتـــــیم‬


‫ومــــــي لیــــــدل بیــــــا نــــــن تصــــــويرونه دخپــــــل کــــــور‬

‫مــــــــه ويښــــــــوۍ دا مســــــــافر ځــــــــوان دي وي ويــــــــده‬


‫وينــــــي بــــــه شــــــايد چېرتــــــه خوبونــــــه د خپــــــل کــــــور‬

‫ډوب شې پـه سـوچو کـي بیـا لـه ځـان سـره موسـکی شـې‬
‫بیــــا دي رانــــژدې شــــول جــــوړ وختونــــه د خپــــل کــــور‬

‫کلـــه چـــي راســـتون شـــم لـــه روزګـــار ســـتړی ســـتومان‬


‫ډېــــــــر وکــــــــړم ګــــــــوهره ارمانونــــــــه د خپــــــــل کــــــــور‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫يم‬ ‫اوښتی‬ ‫باندي‬ ‫وفا‬ ‫بې‬ ‫په‬ ‫څه‬


‫يم‬ ‫اوښتی‬ ‫باندي‬ ‫بال‬ ‫په‬ ‫خلکه‬

‫ته‬ ‫بل‬ ‫پرېږدي‬ ‫مي‬ ‫نه‬ ‫خپلوي‪،‬‬ ‫مي‬ ‫نه‬


‫يم‬ ‫اوښتی‬ ‫باندي‬ ‫چا‬ ‫يو‬ ‫په‬ ‫داسي‬

‫هیڅ‬ ‫نشته‬ ‫خوشۍ‬ ‫د‬ ‫اندازه‬ ‫مي‬ ‫نن‬


‫يم‬ ‫اوښتی‬ ‫باندي‬ ‫اشنا‬ ‫ورک‬ ‫په‬ ‫نن‬

‫شمه‬ ‫ځار‬ ‫دې‬ ‫خندا‬ ‫کړس‬ ‫د‬ ‫کوه‬ ‫وار‬


‫يم‬ ‫اوښتی‬ ‫باندې‬ ‫ژړا‬ ‫په‬ ‫خو‬ ‫نن‬

‫غزل‬ ‫جوړوي‬ ‫يې‬ ‫ادا‬ ‫يوه‬ ‫هره‬


‫يم‬ ‫اوښتی‬ ‫باندي‬ ‫پاچا‬ ‫په‬ ‫حسن‬ ‫د‬

‫شم‬ ‫نه‬ ‫پرېښودی‬ ‫يې‬ ‫اوس‬ ‫ګوهره‬ ‫نه‬


‫يم‬ ‫اوښتی‬ ‫باندي‬ ‫ګناه‬ ‫دې‬ ‫په‬ ‫اوس‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫وخندل‬ ‫راپوري‬ ‫جانان‬ ‫چي‬ ‫مي‬ ‫نن‬


‫وخندل‬ ‫راپوري‬ ‫جهان‬ ‫ټول‬ ‫خدايګو‬

‫کړمه‬ ‫وزګار‬ ‫نه‬ ‫عقل‬ ‫له‬ ‫دي‬ ‫میني‬


‫وخندل‬ ‫راپوري‬ ‫انسان‬ ‫هر‬ ‫ځکه‬

‫کله چي مي اوښکو باندي لوند خیشت شو‬


‫وخندل‬ ‫راپوري‬ ‫ګرېوان‬ ‫څیري‬ ‫خپل‬

‫يم‬ ‫تلی‬ ‫درځیني‬ ‫زړه‬ ‫بیمار‬ ‫دومره‬


‫وخندل‬ ‫راپوري‬ ‫درمان‬ ‫چي‬ ‫ياره‬

‫يمه‬ ‫ارمانجن‬ ‫څومره‬ ‫چي‬ ‫شومه‬ ‫پوی‬


‫وخندل‬ ‫راپوري‬ ‫ارمان‬ ‫چي‬ ‫کله‬

‫وايم‬ ‫نه‬ ‫دروغ‬ ‫شوم‪،‬‬ ‫ژړا‬ ‫په‬ ‫چي‬ ‫زه‬


‫وخندل‬ ‫راپوري‬ ‫ايمان‬ ‫په‬ ‫مي‬ ‫يار‬

‫پسې‬ ‫تا‬ ‫ګوهر‬ ‫شوم‬ ‫لېونی‬ ‫څومره‬


‫وخندل‬ ‫راپوري‬ ‫ځان‬ ‫خپل‬ ‫اوس‬ ‫دې‬ ‫دا‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫تنهايي‬

‫پرون سهار مي ځان سره وعده کړې وه‬


‫چي زه به دي بیا نه يادوم‬
‫ته چي ما نه يادوې‬
‫زه به هم تا نه يادوم‬
‫نوره خوشحاله زندګي تېروم‬
‫نور خپل درسونه وايم‬
‫ها بې وفا نه يادوم‬
‫ستا تصويرونه مي وسوزل ټول‬
‫د محبت هغه خطونه مي وسوزل ټول‬
‫ستا نشاني مي ټولي ماتي کړلې‬
‫ها په مريو جوړي شوې‬
‫هغه اينې مي ټولي ماتي کړلې‬
‫ماويل زه به تا نه يادوم‬
‫بیا ترماښامه د ملګرو سره بوخت وم‬
‫ته راته نه يادېدې‬
‫خو‬
‫کله چي تیاره شوه‬
‫شپې خپلي کمڅۍ خالصي کړې‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫ټول انسانان ويده شول‬


‫په خپلو ځالو کي مارغان ويده شول‬
‫زما د زړه دنیا کي‬
‫تنهايي شور شروع کړ‬
‫او د نورو ورځو نه‬
‫زياته راياده شولې‬
‫په توره شپه کي راته ته ښکارېدې‬
‫په هر يو ستوري کي مي ته لیدلې‬
‫بله ډېوه کي راته ته ښکارېدې‬
‫سترګي مي ډکي شوې له اوښکو ګرانې‬
‫او د کاروان هغه يو شعر را ياد شو‬
‫ورته ګورم په کتو يې نه مړېږم‬
‫تنهايي مي د جانان جامې اغوستې‬

‫پېښور‪،‬د شپې درې بجې‬


‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪11‬‬

‫غزل‬

‫خیال و‪،‬تصور و‪ ،‬وسوسه وه او که ته وې؟‬


‫هیڅ نه و‪،‬د اوبو په سر څپه وه او که ته وې ؟‬

‫ستورو کې‪،‬په لمر کې‪،‬په سپوږمۍ کې مې لیدلې‬


‫حیران وم چې دا ورځ وه او که شپه وه او که ته وې !‬

‫په هر غم‪،‬هره خوښۍ او هره الر به راسره و‬


‫ته وې !؟‬ ‫جانانه دا زما خپله سايه وه او که‬

‫ستا نه وروسته ولي دغه ژوند راباندي بوج دی‬


‫د ژوند د تېرولو بهانه وه او که ته وې !‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪17‬‬

‫غزل‬

‫خپل ځان ته له ناکامه ځورېدم او ژړېدم‬


‫په سره اور د فراق کې سوځېدم او ژړېدم‬

‫جانانه‬ ‫وم‬ ‫رسولی‬ ‫ته‬ ‫جنون‬ ‫دې‬ ‫میني‬


‫له ځان سره به هر وخت غږېدم او ژړېدم‬

‫تا چې به په تلو تلو کې په شا شا راکتلو‬


‫ژړېدم‬ ‫او‬ ‫تېرېدم‬ ‫الرو‬ ‫هغو‬ ‫په‬ ‫پرون‬

‫اللیه‬ ‫شومه‬ ‫مخامخ‬ ‫تاته‬ ‫به‬ ‫چې‬ ‫کله‬


‫ژړېدم‬ ‫او‬ ‫خندېدم‬ ‫به‬ ‫خوشحالۍ‬ ‫ډېري‬ ‫له‬

‫ياران چې به مي ولیدل په څنګ کې د اغیار‬


‫ژړېدم‬ ‫او‬ ‫شرمېدم‬ ‫غیرته‬ ‫له‬ ‫به‬ ‫زه‬

‫ما چېرته په عشق کې خندا ونه کړه ګوهره‬


‫ژړېدم‬ ‫او‬ ‫کړېدم‬ ‫غمه‬ ‫له‬ ‫به‬ ‫وخت‬ ‫هر‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪18‬‬

‫غزل‬

‫مین به خامخا دا امتحان تېريږي‬ ‫په هر‬


‫چې محبت کې به له ګټي او تاوان تېريږي‬

‫ته ښه بې غمه په پاسته پالنګ خوبونه کوه‬


‫په ما غريب دلته اوږدې شپې د هجران تېريږي‬

‫ياره زموږ په خلکو څه عجب حاالت راغلي‬


‫ځیني له سر تېريږي‪،‬ځیني له ايمان تېريږی‬

‫چا چې زموږ پښتون غرور ته سپک نظر کړی دی‬


‫هغوئ په هر دور مختور له دې جهان تېريږي‬

‫ستا له جفا نه پس په دې خبره پوه شومه زه‬


‫چې په دنیا کې هم قیامت په يو انسان تېريږي‬

‫په دې ښه پوی شه چې دا ښکلي وفا نه پېژني‬


‫ځکه مرګ غواړي خو ګوهر اوس له جانان تېريږي‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪19‬‬

‫غزل‬

‫تا په ټول ژوند راته د يار په سترګه ونه کتل‬


‫ما درته بیا هم د اغیار په سترګه ونه کتل‬

‫له کومه وخته چې مې ستا میني ته مال تړلې‬


‫بیا مي بل کار ته هیڅ د کار په سترګه نه وکتل‬

‫چا چې تېری کړی زموږ په پاکه خاوره باندې‬


‫ما ورته چېري د وقار په سترګه ونه کتل‬

‫پښتنو ځای ورکړ دښمن ته‪،‬خو چې ټک يې ورکړ‬


‫دوئ ورته بیا هم د ښامار په سترګه ونه کتل‬

‫احساس څوک نه لري ګوهر چې چېرته ژوند تېروي‬


‫ګوهر هم دې ښار ته‪،‬د ښار په سترګه ونه کتل‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪71‬‬

‫غزل‬

‫پاتي‬ ‫شو‬ ‫نه‬ ‫باور‬ ‫مي‬ ‫تا‬ ‫په‬ ‫چې‬ ‫بس‬


‫پاتي‬ ‫شو‬ ‫نه‬ ‫باور‬ ‫مي‬ ‫هیچا‬ ‫په‬ ‫نور‬

‫ټول‬ ‫کي‬ ‫سخته‬ ‫په‬ ‫دي‬ ‫ازمايلي‬ ‫ما‬


‫پاتي‬ ‫شو‬ ‫نه‬ ‫باور‬ ‫مي‬ ‫اشنا‬ ‫هیڅ‬ ‫په‬

‫پېژني‬ ‫نه‬ ‫څوک‬ ‫کې‬ ‫په‬ ‫مینه‪،‬اخالص‬


‫پاتي‬ ‫شو‬ ‫نه‬ ‫باور‬ ‫مي‬ ‫دنیا‬ ‫دې‬ ‫په‬

‫ده‬ ‫پټه‬ ‫دهوکه‬ ‫هم‬ ‫کې‬ ‫خندا‬ ‫په‬ ‫ستا‬


‫پاتي‬ ‫شو‬ ‫نه‬ ‫باور‬ ‫مي‬ ‫ژړا‬ ‫په‬ ‫ستا‬

‫دي‬ ‫کړې‬ ‫دروغ‬ ‫چي‬ ‫دي‬ ‫قیصې‬ ‫ټولي‬


‫پاتي‬ ‫شو‬ ‫نه‬ ‫باور‬ ‫مي‬ ‫رښتیا‬ ‫په‬ ‫ستا‬

‫ما‬ ‫له‬ ‫کړې‬ ‫جدا‬ ‫الري‬ ‫ژوند‬ ‫د‬ ‫چي‬ ‫تا‬


‫پاتي‬ ‫شو‬ ‫نه‬ ‫باور‬ ‫مي‬ ‫سا‬ ‫په‬ ‫مرمه‪،‬‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪70‬‬

‫غزل‬

‫ځمه‬ ‫وړمه‪،‬‬ ‫کډه‬ ‫چمه‬ ‫له‬ ‫دي‬ ‫نور‬


‫ځمه‬ ‫کومه‪،‬‬ ‫سالم‬ ‫وروستی‬ ‫تاته‬

‫کړې‬ ‫خوله‬ ‫په‬ ‫غیار‬ ‫دا‬ ‫چي‬ ‫خبر‬ ‫هره‬


‫ځمه‬ ‫غمه‪،‬‬ ‫دې‬ ‫له‬ ‫غورځیږي‬ ‫می‬ ‫زړه‬

‫ورټلم‬ ‫کي‬ ‫مخ‬ ‫خلکو‬ ‫د‬ ‫چي‬ ‫تا‬


‫ځمه‬ ‫راځمه‪،‬‬ ‫نه‬ ‫بیا‬ ‫ژوند‬ ‫په‬ ‫درته‬

‫دی‬ ‫اباد‬ ‫کورګی په تا‬ ‫زړه‬ ‫د‬ ‫اوس مې‬


‫ځمه‬ ‫ځمه‪،‬‬ ‫چي‬ ‫وايه‬ ‫مه‬ ‫داسي‬ ‫اوس‬

‫شمه‬ ‫دي‬ ‫ځار‬ ‫وکړمه‬ ‫څه‬ ‫وطنه‪،‬‬


‫ځمه‬ ‫ستمه‪،‬‬ ‫له‬ ‫کسانو‬ ‫څو‬ ‫د‬

‫دی‬ ‫تور‬ ‫نه‬ ‫دنیا‬ ‫له‬ ‫مي‬ ‫زړه‬ ‫ګوهره‬


‫ځمه‬ ‫سپارمه‪،‬‬ ‫باندي‬ ‫خدای‬ ‫په‬ ‫دي‬ ‫نور‬

‫يادونه‪ :‬خدای خبر چېري مي دا د مطلعې نیم بیته‪ :‬تاته وروستی‬


‫سالم کومه ځمه‪ :‬تر سترګو شوې وه ‪،‬خو هره ورځ به مي خوله‬
‫راتله‪،‬هم هغه وه چي غزل مي کړو‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪71‬‬

‫غزل‬

‫خوب ‪،‬ارام‪،‬سکون دې نه وای خوچې ته وای‬


‫لوږه تنده بس چې څه وای خو چې ته وای‬

‫ما په مینه درته کړلی‬ ‫چې ته غوږ وای‬


‫څه کیسې چي مي په زړه وای خو چي ته وای‬

‫روڼه شپه وای د ستا الس وای زما الس کې‬


‫او يو بل ته په کاته وای خو چي ته وای‬

‫وتلي‬ ‫وای‬ ‫جاله‬ ‫له‬ ‫ورځو‬ ‫شپو‬ ‫د‬ ‫دا‬


‫بس ټول عمر په مزله وای خو چې ته وای‬

‫بې‬ ‫ويل‬ ‫چې‬ ‫الړو‬ ‫اخر‬ ‫هم‬ ‫ګوهر‬ ‫ها‬


‫څه به ښه وای څه به ښه وای خو چې ته وای‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪71‬‬

‫غزل‬

‫پخال به شي‪،‬زما به شي جانان که خدای کول‬


‫پوره به مي شي يو ورځ دا ارمان ‪،‬که خدای کول‬

‫ګوره چي ډېر زر به د مظلوم السونه رسي‬


‫کول‬ ‫خدای‬ ‫‪،‬که‬ ‫ګرېوان‬ ‫تر‬ ‫ظالمانو‬ ‫ددغو‬

‫دا چي مو په حال باندي خنديږي‪ ،‬خوشحالیږي‬


‫په دوئ به هم راځي دا امتحان‪ ،‬که خدای کول‬

‫دومره دي په حسن غرور مه کړه نازولې !‬


‫تېر به دي شي ډېر زر دا دوران‪ ،‬که خدای کول‬

‫زړه ته درنزدې کړه ګوهر‪،‬ښکل يې کړه په مینه‬


‫ټول عمر به يې ياد وي دا احسان‪ ،‬که خدای کول‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪71‬‬

‫غزل‬

‫وخته‬ ‫ډېره‬ ‫‪،‬تر‬ ‫انتظار‬ ‫په‬ ‫چا‬ ‫يو‬ ‫د‬


‫وخته‬ ‫ډېره‬ ‫ناقرار‪،‬تر‬ ‫اوسه‬ ‫تر‬ ‫يم‬

‫کي‬ ‫دهجران‬ ‫شپو‬ ‫ترخو‬ ‫په‬ ‫او‬ ‫اوږدو‬ ‫په‬


‫وخته‬ ‫ډېره‬ ‫تر‬ ‫بیدار‬ ‫يم‬ ‫شوی‬ ‫پاتي‬

‫وه‪،‬راکتلي‬ ‫شا‬ ‫په‬ ‫تا‬ ‫ځل‬ ‫يو‬ ‫هسي‬


‫وخته‬ ‫ډېره‬ ‫الر‪،‬تر‬ ‫وڅارله‬ ‫دي‬ ‫ما‬

‫وکړه‬ ‫وضاحت‬ ‫ددې‬ ‫لږ‬ ‫واعظه‬ ‫اې‬


‫وخته‬ ‫ډېره‬ ‫تر‬ ‫اقرار‬ ‫کوي‬ ‫نه‬ ‫ښکلي‬

‫خبري‬ ‫ترخې‬ ‫ترخې‬ ‫هغه‬ ‫ستا‬ ‫ګرانې‬


‫وخته‬ ‫‪،‬ډېره‬ ‫تر‬ ‫يادګار‬ ‫ساتمه‬ ‫به‬ ‫دا‬

‫ورکړی‬ ‫خرپ‬ ‫توري‬ ‫د‬ ‫وه‬ ‫مي‬ ‫پخوا‬ ‫ډېر‬


‫وخته‬ ‫ډېره‬ ‫اغیار‪،‬تر‬ ‫لید‬ ‫ونه‬ ‫مي‬ ‫بیا‬

‫چي مي يو ځل ستا دمیني شراب وڅکل‬


‫وخته‬ ‫ډېره‬ ‫تر‬ ‫خمار‪،‬‬ ‫ومه‬ ‫ګوهر‬ ‫زه‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪71‬‬

‫غزل‬

‫چېرته سره لبان او سپین رخسار او چېرته زه‬


‫وخت کړو سره لري‪ ،‬چېرته يار او چېرته زه‬

‫ياره ! مه پوښته د ژوند احوال مي مه پوښته‬


‫چېرته ستا په مینه کي قرار او چېرته زه‬

‫ته که امر وکړې له خپل سرنه هم تېر يمه‬


‫چېرته ستا له امر نه انکار او چېرته زه‬

‫پخال‬ ‫سره‬ ‫غلیم‬ ‫شمه‬ ‫دلیل‬ ‫کوم‬ ‫به‬ ‫اوس‬


‫توبه مي ده خاونده دغه کار او چېرته زه‬

‫نن مي د ګوهر تپوس ترې اوکړلو‪ ،‬ويل يې‬


‫چېرته بیا اوس هغه غريب خوار او چېرته زه‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪71‬‬

‫غزل‬

‫کیږي‬ ‫نه‬ ‫سفر‬ ‫میني‬ ‫د‬ ‫خو‬ ‫وړ‬ ‫دا‬


‫کیږي‬ ‫نه‬ ‫خبر‬ ‫ګرانه‪،‬‬ ‫خو‬ ‫سره‬ ‫تا‬

‫ده‬ ‫ياده‬ ‫مې‬ ‫وعده‬ ‫هېرېدو‬ ‫د‬ ‫ستا‬


‫کیږي‬ ‫نه‬ ‫ژر‬ ‫خو‬ ‫‪،‬دومره‬ ‫کنه‬ ‫صبر‬

‫ياره‬ ‫ساده‬ ‫غواړي‬ ‫تېري‬ ‫سر‬ ‫مینه‬


‫کیږي‬ ‫نه‬ ‫هنر‬ ‫يو‬ ‫بل‬ ‫په‬ ‫قیمار‬ ‫دا‬

‫شم‬ ‫نه‬ ‫کېدی‬ ‫تم‬ ‫ته‬ ‫فراق‬ ‫ستا‬ ‫د‬ ‫يو‬


‫کیږي‬ ‫نه‬ ‫خطر‬ ‫نه‬ ‫شي‬ ‫هیڅ‬ ‫له‬ ‫مې‬ ‫نور‬

‫پسې‬ ‫تا‬ ‫په‬ ‫ژاړمه‬ ‫که‬ ‫څومره‬ ‫هر‬


‫کیږي‬ ‫نه‬ ‫اثر‬ ‫ولې‬ ‫زړه‬ ‫سخت‬ ‫په‬ ‫ستا‬

‫شېخه ! اوس د مینې دام کې ګیر يمه‬


‫کیږي‬ ‫نه‬ ‫‪،‬مګر‬ ‫وايې‬ ‫رښتیا‬ ‫به‬ ‫ته‬

‫وواته‬ ‫کاره‬ ‫هره‬ ‫له‬ ‫پسې‬ ‫تا‬


‫کیږي‬ ‫نه‬ ‫ګوهر‬ ‫په‬ ‫ترس‬ ‫هم‬ ‫دې‬ ‫دومره‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪77‬‬

‫غزل‬

‫يو زمری بند په زنځیر کې راته ښکاري‬


‫ژوند ددې خوب په تعبیر کې راته ښکاري‬

‫ګرځومه‬ ‫پاسه‬ ‫د‬ ‫زړه‬ ‫د‬ ‫تصوير‬ ‫ستا‬


‫خپل تقدير په دې تصوير کې راته ښکاري‬

‫ده‬ ‫شپه‬ ‫قدر‬ ‫د‬ ‫زما‬ ‫شپه‬ ‫وصل‬ ‫د‬ ‫ستا‬


‫هر امید په دې شوګیر کې راته ښکاري‬

‫حاکمانو‬ ‫د‬ ‫وطن‬ ‫دې‬ ‫د‬ ‫انجام‬ ‫بد‬


‫د شهید د مور په وير کې راته ښکاري‬

‫دی‬ ‫نه‬ ‫سړی‬ ‫ديخوا‬ ‫اخوا‬ ‫څه‬ ‫ګوهر‬ ‫دا‬


‫راته ښکاري‬ ‫فقیر کې‬ ‫دې‬ ‫کمال په‬ ‫لوی‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪78‬‬

‫غزل‬

‫په لپو لپو اوښکې تويوي ‪،‬ژاړي په چیغو‬


‫هغه چې مین زړه ازاروي‪ ،‬ژاړي په چیغو‬

‫جانان زما تر مخ زما تصوير ټوکړې ټوکړې کړ‬


‫اوس هغه پرې تصوير بیا جوړوي‪ ،‬ژاړي په چیغو‬

‫هغه چې زه يې هر وخت په سرو سترګو ژړولم‬


‫زما نه پس زما نوم يادوي ‪،‬ژاړي په چیغو‬

‫زما د مسافر زړګي ازار دې درپسې شي‬


‫چې مور دې په ماليانو ګرځوي ‪،‬ژاړي په چیغو‬

‫لږ وپوښتئ پاچا نه چې د دې ذمه وار څوک دي؟‬


‫وړوکی يتیم مخ او سر وهي‪ ،‬ژاړي په چیغو‬

‫چې ټول خلک ويده شي نو څه چل په ګوهر کیږي‬


‫فرياد کړي‪ ،‬په سر خاوري بادوي‪ ،‬ژاړي په چیغو‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪79‬‬

‫غزل‬

‫هېرېږې‬ ‫مي‬ ‫نه‬ ‫هېروم‪،‬‬ ‫دي‬ ‫څو‬ ‫هر‬ ‫چې‬


‫هېرېږې‬ ‫مي‬ ‫نه‬ ‫قسم‬ ‫خورم‬ ‫وبه‬ ‫درته‬

‫راغلم‬ ‫درته‬ ‫بیرته‬ ‫چې‬ ‫يم‬ ‫به‬ ‫مالمت‬


‫هېرېږې‬ ‫مي‬ ‫نه‬ ‫صنم‪،‬‬ ‫وکړم‬ ‫څه‬ ‫زه‬ ‫خو‬

‫ستا په عشق کې يم دې حد ته رسېدلی‬


‫هېرېږې‬ ‫مي‬ ‫نه‬ ‫غم‪،‬‬ ‫راکوې‬ ‫څو‬ ‫هر‬ ‫که‬

‫اوس خو څه کوې چې نوم دي په جار اخلم‬


‫که مې سر پرې کا څوک هم‪ ،‬نه مي هېرېږې‬

‫ځکه خوښ يم د رقیب مخ کې يار ووې‬


‫هېرېږې‬ ‫مي‬ ‫نه‬ ‫محترم‪،‬‬ ‫ماته‬ ‫يې‬ ‫ته‬

‫وايې‬ ‫چې‬ ‫مانا‬ ‫څه‬ ‫نو‬ ‫دا‬ ‫ده‬ ‫عجیبه‬


‫هېرېږې‬ ‫مي‬ ‫نه‬ ‫درځم‪،‬‬ ‫نه‬ ‫ګوهره‬ ‫اې‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪81‬‬

‫غزل‬

‫سړی‬ ‫شي‬ ‫لیونی‬ ‫کې‬ ‫محبت‬ ‫چې‬


‫سړی‬ ‫شي‬ ‫سړی‬ ‫بیا‬ ‫کې‬ ‫وخت‬ ‫دغه‬ ‫په‬

‫کې‬ ‫الس‬ ‫په‬ ‫بل‬ ‫د‬ ‫وې‬ ‫څه‬ ‫هر‬ ‫مین‬ ‫د‬
‫سړی‬ ‫شي‬ ‫بنګړی‬ ‫الس‬ ‫د‬ ‫معشوقې‬ ‫د‬

‫وکړي‬ ‫سوچونه‬ ‫رنګه‬ ‫سل‬ ‫سره‬ ‫ځان‬


‫سړی‬ ‫شي‬ ‫ګونګی‬ ‫بیا‬ ‫مخکې‬ ‫يار‬ ‫د‬ ‫خو‬

‫دی‬ ‫معلوم‬ ‫ښه‬ ‫ډېر‬ ‫زور‬ ‫میني‬ ‫د‬ ‫ماته‬


‫سړی‬ ‫شي‬ ‫‪،‬سپېلنی‬ ‫شي‬ ‫لمبه‬ ‫لمبه‬

‫لپاره‬ ‫سړي‬ ‫پردي‬ ‫يو‬ ‫د‬ ‫کله‬


‫سړی‬ ‫شي‬ ‫‪،‬پردی‬ ‫شي‬ ‫لري‬ ‫خپلو‬ ‫له‬

‫خدای د يار غیږ کې څه حکمت يښی دی‬


‫سړی‬ ‫شي‬ ‫زلمی‬ ‫را‬ ‫ږيری‬ ‫سپین‬ ‫وي‬ ‫که‬

‫شي‬ ‫تېر‬ ‫نه‬ ‫مرحلو‬ ‫ټولو‬ ‫دعشق‬ ‫چې‬


‫سړی‬ ‫شي‬ ‫غمی‬ ‫او‬ ‫شي‬ ‫ګوهر‬ ‫هله‬
‫د رحمت اهلل درد د غزل په لیکه‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪80‬‬

‫غزل‬

‫زما په حال چې اوس خندا نه کوي ‪،‬څه به کوي‬


‫بي وفا يار چې مي اوس دا نه کوي ‪.‬څه به کوي؟‬

‫دده د السه خو ما ټولي رشتې پرېښولې‬


‫هغه ظالم چې اوس وفا نه کوې‪ ،‬څه به کوي؟‬

‫د پله په څېر چی دې په نیمه الر کي پرېښولم‬


‫مسافر زړه چي مې ښیرا نه کوي ‪،‬څه به کوي‬

‫زما قاتل خو ددې وخت په انتظار کي ناست وو‬


‫زما په سر چي اوس سودا نه کوي‪ ،‬څه به کوي‬

‫يار يی د دده په مخ کي بل ته ګوري بل ته خاندي‬


‫ګوهر غريب چی اوس ژړا نه کوي‪،‬څه به کوي‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪81‬‬

‫ازاد نظم ‪.................‬جرم‬

‫ډېره موده وشوله‬


‫چې له خپل ځانه خفه شوی يمه‬
‫بس له جانانه خفه شوی يمه‬
‫هر يو نفر راته پردی ښکاريږي‬
‫له درست جهانه خفه شوی يمه‬
‫ژوند مې د هغه مسافر غوندې دی‬
‫چې خپل وطن نه لري ‪،‬کور نه لري‬
‫د خپل زخمي زړګي ټکور نه لري‬
‫ټوله شپه داسي په ژړا تېره کړم‬
‫لکه يتیم چې پالر نه لري مور نه لري‬
‫ژوند مې تېريږي داسې‬
‫لکه دا ژوند چې وي راکړی چا قرضه کې ماته‬
‫او زه لګیا يم هغه پور اوباسم‬
‫نن په دې لټه کې شوم‬
‫چې زما جرم څه دی او په څه خفه يم‬
‫په هر يو لوري مې د فکر اس ښه وځغالوه‬
‫بال بال سوچونه زړه ته راغلل‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪81‬‬

‫دا به د چا قصور د چا وجه وي؟‬


‫دا به د هغه بې وفا وجه وې؟‬
‫نه نه‬
‫عشق او دردونه خو تړلي سره‬
‫ژوند او غمونه خو تړلي سره‬
‫نو بیا به څه وجه وي‬
‫دا د يارانو بې غوري کېدای شي‬
‫دا د ملګرو بې رخې کېدای شي‬
‫نه نه رښتیا اوس پوه شومه زه‬
‫زما يوازي جرم دا دی‬
‫چې دنیا نه لرم غريب يمه زه‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪81‬‬

‫غزل‬

‫خپل ځان ته له ناکامه ځورېدم او ژړېدم‬


‫په سره اور د فراق کې سوځېدم او ژړېدم‬

‫جانانه‬ ‫وم‬ ‫رسولی‬ ‫ته‬ ‫جنون‬ ‫دې‬ ‫میني‬


‫له ځان سره به هر وخت غږېدم او ژړېدم‬

‫تا چې به په تلو تلو کې په شا شا راکتلو‬


‫ژړېدم‬ ‫او‬ ‫تېرېدم‬ ‫الرو‬ ‫هغو‬ ‫په‬ ‫پرون‬

‫اللیه‬ ‫شومه‬ ‫مخامخ‬ ‫تاته‬ ‫به‬ ‫چې‬ ‫کله‬


‫ژړېدم‬ ‫او‬ ‫خندېدم‬ ‫به‬ ‫خوشحالۍ‬ ‫ډېري‬ ‫له‬

‫ياران چې به مي ولیدل په څنګ کې د اغیار‬


‫ژړېدم‬ ‫او‬ ‫شرمېدم‬ ‫غیرته‬ ‫له‬ ‫به‬ ‫زه‬

‫ما چېرته په عشق کې خندا ونه کړه ګوهره‬


‫ژړېدم‬ ‫او‬ ‫کړېدم‬ ‫غمه‬ ‫له‬ ‫به‬ ‫وخت‬ ‫هر‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪81‬‬

‫غزل‬

‫ژاړې‬ ‫وبه‬ ‫‪،‬راپسي‬ ‫قربان‬ ‫درنه‬ ‫لوګی‬ ‫درنه‬


‫ژاړې‬ ‫وبه‬ ‫‪،‬راپسي‬ ‫ارمان‬ ‫کړې‬ ‫وبه‬ ‫جانانه‬

‫اوس مي په حال باندي خندا کړه هیڅ خبره نه ده‬


‫چي کله مړ شم په ايمان ‪،‬راپسي وبه ژاړې‬

‫تل به دي نه وي دغه سره لبان او توري سترګي‬


‫چي کله تېر دي شي دوران ‪،‬راپسي وبه ژاړې‬

‫زه به د تلو اجازه درکړمه خو دومره واوره‬


‫ځي به دي اوښکي په ګريوان ‪،‬راپسي وبه ژاړې‬

‫له ډېره کبره نه راګورې نه مي اخلې سالم‬


‫په خپلو کړو به شې پښېمان ‪،‬راپسي وبه ژاړې‬

‫دا د هجران اوږدې اوږدې شپې به په تا هم راځي‬


‫شمېرې به ستوري د اسمان ‪،‬راپسي وبه ژاړې‬

‫دومره خو پوه يم چي ګوهر به درته نه يادېږم‬


‫خو چي در وامي خلې ديوان ‪،‬راپسي وبه ژاړې‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪81‬‬

‫غزل‬

‫ما‬ ‫په‬ ‫کېنستي‬ ‫پېريان‬ ‫دزندګۍ‬


‫ما‬ ‫په‬ ‫کېنستي‬ ‫پېريان‬ ‫ځوانۍ‬ ‫د‬ ‫که‬

‫وايم‬ ‫وډي‬ ‫ګډي‬ ‫داسي‬ ‫چي‬ ‫خوله‬ ‫په‬


‫ما‬ ‫په‬ ‫کېنستي‬ ‫پېريان‬ ‫خولګۍ‬ ‫د‬ ‫ستا‬

‫نه شم‬ ‫ترې نه کوالی‬ ‫خوب‬ ‫ټوله شپه‬


‫ما‬ ‫په‬ ‫کېنستي‬ ‫پېريان‬ ‫لېونۍ‬ ‫د‬

‫منډه‬ ‫منډه‬ ‫په‬ ‫مي‬ ‫يار‬ ‫رنګ‬ ‫غنم‬ ‫ها‬


‫ما‬ ‫په‬ ‫کېنستي‬ ‫پېريان‬ ‫رارسوئ‪،‬‬

‫ته‬ ‫بل‬ ‫ټیټیږي‬ ‫نه‬ ‫مي‬ ‫سر‬ ‫سره‬ ‫بې‬


‫ما‬ ‫په‬ ‫کېنستي‬ ‫پېريان‬ ‫بندګۍ‬ ‫د‬

‫څرمن وويسته‬ ‫خلکو دي‬ ‫د‬ ‫ما وې‬


‫ما‬ ‫په‬ ‫کېنستي‬ ‫پېريان‬ ‫"کرسۍ"‬ ‫د‬ ‫وې‬

‫کوم‬ ‫سپینه‬ ‫خبر‬ ‫هره‬ ‫چي‬ ‫ګوهر‬


‫ما‬ ‫په‬ ‫کېنستي‬ ‫پېريان‬ ‫دشاعرۍ‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪87‬‬

‫غزل‬

‫له غصې نه تکه سره يې کلیوالې‬ ‫دا چي‬


‫کلیوالې‬ ‫يې‬ ‫خفه‬ ‫باندي‬ ‫خبر‬ ‫څه‬ ‫په‬ ‫بیا‬

‫مخ چي په پلو کي کله پټ کله ښکاره کړې‬


‫کلیوالې‬ ‫ال وړه يې‬ ‫اوس خو‬ ‫شرمېږه‬ ‫مه‬

‫تړمي تړمي اوښکي مي په مخ باندي رادرومي‬


‫خوب کي مي لیدلې چي ته مړه يې کلیوالې‬

‫زه خو ستا له سترګو په دې کلي کي اوسېږم‬


‫چي ته نه يې کلیوالې‬ ‫اور شي راته کلی‬

‫بیا دي جوړ همزولو سره کړی دی ورانی‬


‫راغلې له ګودر لمده خیشته يې کلیوالې|‬

‫اوښکي وچي کړه‪،‬بس ومي ويل نه ځم درنه‬


‫کلیوالې‬ ‫يې‬ ‫ساده‬ ‫ډېره‬ ‫رښتیا‬ ‫په‬ ‫خو‬ ‫ته‬

‫ګوره دې ګوهر ته يې له زړه نه ډېره ګرانه‬


‫خوشحال يې ساته هر وخت نازوه يې کلیوالې‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪88‬‬

‫غزل‬

‫بیا‬ ‫شه‬ ‫راپخال‬ ‫کړه‬ ‫هېر‬ ‫په‬ ‫تېر‬ ‫ياره‬


‫بیا‬ ‫شه‬ ‫خندا‬ ‫په‬ ‫او‬ ‫ناز‬ ‫په‬ ‫وګوره‬

‫کیږی‬ ‫نه‬ ‫داسي‬ ‫به‬ ‫بیا‬ ‫ويل‬ ‫ومي‬ ‫بس‬


‫بیا‬ ‫شه‬ ‫زما‬ ‫بیا‪،‬‬ ‫راکړه‬ ‫میني‬ ‫د‬ ‫الس‬

‫ته‬ ‫کړه‬ ‫درنژدې‬ ‫ته‬ ‫زړه‬ ‫مي‬ ‫خو‬ ‫يووار‬


‫بیا‬ ‫شه‬ ‫وفا‬ ‫بې‬ ‫جانانه‬ ‫دی‬ ‫خیر‬

‫درنه‬ ‫مرم‬ ‫راکړه‬ ‫راکړه‪،‬غېږه‬ ‫غېږه‬


‫بیا‬ ‫شه‬ ‫دوا‬ ‫مي‬ ‫دردونو‬ ‫د‬ ‫هله‬

‫سوځمه‬ ‫کي‬ ‫اور‬ ‫په‬ ‫دفراق‬ ‫څوبه‬


‫په دې خوا شه بیا‬ ‫پېښه‬ ‫چېرته خو را‬

‫لږ خو ته هم خپل ګرېوان کي سوچ وکړه‬


‫بیا‬ ‫شه‬ ‫دا‬ ‫چي‬ ‫وايم‬ ‫څو‬ ‫درته‬ ‫به‬ ‫زه‬

‫دي‬ ‫شوې‬ ‫تړل‬ ‫ژبي‬ ‫حق‬ ‫د‬ ‫دلته‬


‫بیا‬ ‫شه‬ ‫ګويا‬ ‫او‬ ‫ګوهره‬ ‫لیکه‬ ‫حق‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪89‬‬

‫يو ساعت‬

‫نن چې ښوونکې کله‬


‫دغه خبره وکړه‬

‫"په يو ساعت کې وي شپېته دقیقې"‬


‫نو ما په زړه کې ياره دا وويل‬

‫ښوونکی په دې نه دی خبر‬
‫چې ستا نه پرته په ما‬

‫دا يو ساعت لکه يو کال داسې وي‬


‫دا يو ساعت لکه يو کال داسې وي‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪91‬‬

‫غزل‬

‫څه پرې وشوه خدايه زما دلبر خوداسې نه و‬


‫هر وخت په چیغو ژاړي دا ځیګر خوداسې نه و‬
‫نه شور د ماشومانو شته نه نجونه ځي ګودر ته‬
‫غمګین زموږ د کلي مازيګر خو داسې نه و‬
‫نسیم د صبح دم نشته شبنم په سرو ګلونو‬
‫ويجاړ زموږ د کلي سپین سحر خو داسې نه و‬
‫هر څوک دی وار خطا‪،‬خیر د خپلو ځانو غواړي‬
‫زموږ د رنګینو ښار پېښور خو داسې نه و‬
‫نن هر چا دي زړې جامې اغوستې خفه ګرځي‬
‫نکريزي په الس نه لري ‪،‬اختر خو داسې نه و‬
‫چي ګورم الس تر زنې حیران ناست وي په سوچو کې‬
‫خوشحال به و‪،‬خندل به يې ګوهر خو داسې نه و‬

‫‪----------------------------‬‬
‫پېښور‪۱۰۰۰۰۰،‬‬
‫يادونه ‪ :‬پېښور د لر اوبر پښتنو ګډ ټاټوبی دی او ډيرو افغانانو‬
‫دلته خاپوړي کړې او روزل شوي ‪،‬داشعر ما هغه وخت لیکلی وه‬
‫کوم وخت چي د پېښور حاالت ډېر خراب وه او په هره هفته کي به‬
‫يوه يا دوه چاودني کېدلې‪.‬‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪90‬‬

‫غزل‬

‫ته رانه الړې بې وفا شوې په خندا خندا کي‬


‫زه الس تر زنې شومه پاتي په ژړا ژړا کي‬

‫راځي‬ ‫کله‬ ‫به‬ ‫وعده‬ ‫سبا‬ ‫د‬ ‫راکړې‬ ‫دتا‬


‫کي‬ ‫سبا‬ ‫سبا‬ ‫دې‬ ‫جانانه‬ ‫ووتل‬ ‫کلونه‬

‫څوک به دي وويني محبوبې ځواني مرګه به شې‬


‫بیا چي رانه شې داسي پټه په بېګا بېګا کي‬

‫نور دي له سپین مخ او سرو شونډو نه توبه کومه‬


‫هسي نه کفر ته مي وباسې خطا خطا کي‬

‫پام‪ ،‬هسي نه مړ شم‪،‬هسي نه خون مي واخلې‬


‫داسي ادا ادا کي‬ ‫راګوره مه داسي نخرو‬

‫شېخه ړانده نه يو په ښو او بدو ښه پوهېږو‬


‫کي‬ ‫تقواتقوا‬ ‫پدې‬ ‫ډېر‬ ‫وغولول‬ ‫دي‬ ‫خلک‬

‫په بل وطن کي مسافر دی‪ ،‬له ډېر وخت نه ګوهر‬


‫چي هېر يې نه کړې يادوه يې په دعا دعا کي‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪91‬‬

‫غزل‬

‫اوړي‬ ‫در‬ ‫سترګي‬ ‫خامخا‬ ‫جانانه‬ ‫کیږي‬ ‫نه‬


‫مه راځه په مخه چي زما سترګي در اوړي‬

‫مه توروه نوري دغه توري بال سترګي دي‬


‫اوړي‬ ‫در‬ ‫سترګي‬ ‫بال‬ ‫شې‬ ‫نظره‬ ‫له‬ ‫اخربه‬

‫هره يوه خبرچي درقیب دله په خوله کړې‬


‫خودبه ډک محفل کي په ژړا سترګي در اوړي‬

‫ګل اودشبنم غوندي رشته د موده ترمنځ ګلې‬


‫دا ځکه خوپه تلوتلو کي په شاسترګي در اوړي‬

‫مړه شې د سرو شونډو سره مه راوځه ښارته‬


‫اې کابلۍ پېغلې د هرچا سترګي در اوړي‬

‫جانانه په ګوګل کي مي زړګی شي په ټوپونو‬


‫کوم وخت چي دغماز دا بې حیا سترګي در اوړي‬

‫ته چي لويه الرکي له هغې نه خولګۍ غواړې‬


‫دراوړي‬ ‫سترګي‬ ‫دنیا‬ ‫د‬ ‫ګوهره‬ ‫کوې‬ ‫څه‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪91‬‬

‫غزل‬

‫يم‬ ‫اوښتی‬ ‫باندي‬ ‫وفا‬ ‫بې‬ ‫په‬ ‫څه‬


‫يم‬ ‫اوښتی‬ ‫باندي‬ ‫بال‬ ‫په‬ ‫خلکه‬

‫ته‬ ‫بل‬ ‫پرېږدي‬ ‫مي‬ ‫خپلوي‪،‬نه‬ ‫مي‬ ‫نه‬


‫يم‬ ‫اوښتی‬ ‫باندي‬ ‫چا‬ ‫يو‬ ‫په‬ ‫داسي‬

‫هیڅ‬ ‫نشته‬ ‫خوښۍ‬ ‫د‬ ‫اندازه‬ ‫مي‬ ‫نن‬


‫يم‬ ‫اوښتی‬ ‫باندي‬ ‫اشنا‬ ‫ورک‬ ‫په‬ ‫نن‬

‫شمه‬ ‫ځار‬ ‫دې‬ ‫خندا‬ ‫کړس‬ ‫د‬ ‫کوه‬ ‫وار‬


‫يم‬ ‫اوښتی‬ ‫باندې‬ ‫ژړا‬ ‫په‬ ‫خو‬ ‫نن‬

‫غزل‬ ‫جوړوي‬ ‫يې‬ ‫ادا‬ ‫يوه‬ ‫هره‬


‫يم‬ ‫اوښتی‬ ‫باندي‬ ‫پاچا‬ ‫په‬ ‫حسن‬ ‫د‬

‫شم‬ ‫نه‬ ‫پرېښودی‬ ‫يې‬ ‫اوس‬ ‫ګوهره‬ ‫نه‬


‫يم‬ ‫اوښتی‬ ‫باندي‬ ‫ګناه‬ ‫دې‬ ‫په‬ ‫اوس‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪91‬‬

‫غزل‬

‫دي‬ ‫شوي‬ ‫يو‬ ‫راته‬ ‫لېوني‬ ‫او‬ ‫روغ‬


‫دي‬ ‫شوي‬ ‫يو‬ ‫پردي‪،‬راته‬ ‫که‬ ‫دي‬ ‫خپل‬

‫شمه‬ ‫نه‬ ‫ورتلی‬ ‫لمني‬ ‫مي‬ ‫نیسي‬


‫دي‬ ‫شوي‬ ‫يو‬ ‫راته‬ ‫اغزي‬ ‫سره‬ ‫ګل‬

‫باندي‬ ‫خوله‬ ‫په‬ ‫يار‬ ‫د‬ ‫رقیبان‬ ‫مي‬ ‫بیا‬


‫دي‬ ‫شوي‬ ‫يو‬ ‫شړي‪،‬راته‬ ‫نه‬ ‫کلي‬ ‫له‬

‫پرېږدي‬ ‫نه‬ ‫مي‬ ‫ته‬ ‫تېرولو‬ ‫ژوند‬ ‫دخپل‬


‫راته يو شوي دي‬ ‫خپل ګاونډي‬ ‫اوس‬

‫ووې!‬ ‫دا‬ ‫انداز‬ ‫نیولي‬ ‫غريو‬ ‫په‬ ‫وطن‬


‫دي‬ ‫شوي‬ ‫يو‬ ‫راته‬ ‫بچي‬ ‫خدايه‪،‬خپل‬

‫کي‬ ‫مینه‬ ‫په‬ ‫خلک‬ ‫دا‬ ‫مي‬ ‫بیا‬ ‫ګوهره‬


‫دي‬ ‫شوي‬ ‫يو‬ ‫خېژوي‪،‬راته‬ ‫ته‬ ‫دار‬

‫پېښور‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪91‬‬

‫غزل‬

‫وای‬ ‫جانان‬ ‫او‬ ‫وای‬ ‫نه‬ ‫غمونه‬ ‫زړګي‬ ‫په‬


‫چې د ژمي اوږده شپه وای او جانان وای‬

‫د کوم لوی سیند کناره وای او جانان وای‬


‫په اسمان شنه زرغونه وای او جانان وای‬

‫چې تر مرګه پوري مست وای او نشه وای‬


‫وای‬ ‫جانان‬ ‫او‬ ‫وای‬ ‫میکده‬ ‫يوه‬ ‫دنیا‬ ‫دا‬

‫نیولی‬ ‫وای‬ ‫کې‬ ‫غېږ‬ ‫مو‬ ‫رباب‬ ‫ځواني‬ ‫د‬


‫د ژوندون خوږه نغمه وای او جانان وای‬

‫ګوهره‬ ‫وای‬ ‫شوي‬ ‫داسي‬ ‫ځل‬ ‫يو‬ ‫کاشکي‬


‫د ژوندون شېبه شېبه وای او جانان وای‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪91‬‬

‫نظم‬

‫ما درته وېل دې ښارته مه راځه مه بیا‬


‫ما درته وېل دې ښارته مه راځه مه بیا‬
‫دلته اوس خلک محبت نه پېژني‬
‫هرخوانفرت دی‪،‬څوک الفت نه پېژني‬
‫هیڅوک دشونډو عبادت نه پېژني‬
‫فکرونه مړه دي څوک غیرت نه پېژني‬
‫ما درته ويل دې ښار ته مه راځه بیا‬
‫دلته اوس میني په دولت خرڅیږی‬
‫دلته حسیني په دولت خرڅیږي‬
‫اوس ددې ځای نه سم ځنګل جوړ شوی‬
‫دانسان ويني په دولت خرڅیږي‬
‫مادرته ويل دې ښار ته مه راځه بیا‬
‫دلته هر خوا کونډي يتیمان ژاړي‬
‫په چیغو سر دي ببر سري ماشومان ژاړي‬
‫دلته اوس هر خوا ځان ځاني خوره ده‬
‫هر څوک په خپل وير په خپل ځان ژاړي‬
‫ما درته ويل دې ښار ته مه راځه بیا‬
‫اوس هغه ښکلي خلک نشته دلته‬
‫هغه سپېڅلي خلک نشته دلته‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪97‬‬

‫هغه چي ته به نازېدلې پرې باندي‬


‫اوس هغه تللي خلک نشته دلته‬
‫زموږه چم زموږ ګودر چا په ګولو ويشتلی‬
‫زموږ جومات زموږ ګودر چا په ګولو ويشتلی‬
‫زموږ دکلي په حجرو کي د باروتو بوی دی‬
‫زموږ ماښام زموږ سحر چا په ګولو ويشتلی‬
‫مادرته ويل دې ښار ته مه راځه بیا‬
‫مادرته ويل مسافرۍ کي ښه يې‬
‫وطن نه لري پرديسۍ کي ښه يې‬
‫څه چي در رسي د خدای شکر کوه‬
‫بس په دې خپله غريبېۍ کي ښه يې‬
‫زما دي نه منل بیا راغلې‬
‫اوس در په در خاوري په سر ګرځه‬
‫په خپل وطن کي مسافر ګرځه‬
‫مادرته ويل دې ښار ته مه راځه بیا‬

‫ګوهر ‪،‬پېښور‪۲۰۳۱۰۱ ۸‬‬


‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪98‬‬

‫غزل‬

‫وخاندي‬ ‫پټ‬ ‫پټ‬ ‫ادا‪،‬‬ ‫او‬ ‫مینه‬ ‫په‬ ‫څه‬


‫وخاندي‬ ‫پټ‬ ‫پټ‬ ‫اشنا‪،‬‬ ‫وګوري‬ ‫راته‬

‫ها شېبه په محبت کي څومره خوند کړي‬


‫په ژړا شي روسته بیا‪ ،‬پټ پټ وخاندي‬

‫هغه تېري ورځي شپې چي ورپه زړه کړم‬


‫وخاندي‬ ‫پټ‬ ‫پټ‬ ‫وفا‪،‬‬ ‫بې‬ ‫ښکته‬ ‫سرکړي‬

‫هله پوی شم چي مي حال څومره بدتر دی‬


‫چي تېريږي څوک په ما‪ ،‬پټ پټ وخاندي‬

‫کړي‬ ‫نه‬ ‫جانان‬ ‫په‬ ‫اثر‬ ‫هیڅ‬ ‫اوښکي‬ ‫زما‬


‫وخاندي‬ ‫پټ‬ ‫پټ‬ ‫ژړا‪،‬‬ ‫په‬ ‫ويني‬ ‫چي‬ ‫ما‬

‫ګوهره‬ ‫واخلم‬ ‫خوله‬ ‫ترېنه‬ ‫چي‬ ‫بیګا‬ ‫په‬


‫وخاندي‬ ‫پټ‬ ‫پټ‬ ‫سبا‪،‬‬ ‫وګوري‬ ‫راته‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪99‬‬

‫غزل‬

‫شي‬ ‫پیدا‬ ‫ساه‬ ‫کې‬ ‫حافظه‬ ‫په‬ ‫زما‬ ‫ياره‬


‫چې راياد شې په سینه کې ساه پیدا شي‬

‫ګورې‬ ‫ايینه کې ځان ته‬ ‫کله په‬ ‫ته چې‬


‫څومره خوند کړي‪ ،‬په ايینه کې ساه پیدا شي‬

‫ستا سرې شونډې‪ ،‬اننګي په کې ښکاريږي‬


‫شي‬ ‫پیدا‬ ‫ساه‬ ‫کې‬ ‫پیاله‬ ‫په‬ ‫شرابو‬ ‫د‬

‫خدايه ته خو يو خوشال بیا راپیدا کړې‬


‫شي‬ ‫پیدا‬ ‫ساه‬ ‫کې‬ ‫زمانه‬ ‫ټوله‬ ‫په‬ ‫چې‬

‫جانانه‬ ‫وروګورې‬ ‫سترګو‬ ‫مړو‬ ‫په‬ ‫چې‬


‫شي‬ ‫پیدا‬ ‫ساه‬ ‫کې‬ ‫مرده‬ ‫شي‪،‬په‬ ‫راژوندی‬

‫ستا په ياد کې چې ګوهر کله شعر لیکي‬


‫شي‬ ‫پیدا‬ ‫ساه‬ ‫کې‬ ‫مصره‬ ‫هر‬ ‫غزل‬ ‫د‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪011‬‬

‫غزل‬

‫له خوشالۍ او له خندا نه شوم محرومه‪،‬اشنا‬


‫چې بند شوم ستا د دغه تور اوربل په لومه اشنا‬

‫د وصال ورځې دې خوږې دې لکه شات و شکر‬


‫د هجر ورځې دې ترخې دې تر زقومه اشنا‬

‫زړه مې په تا پسې رنځور دی او درمان مې ته يې‬


‫چې درنه مړ نه شه ‪،‬زر کوه رادرومه اشنا‬

‫په نورو الرو باندې نه ځمه ‪،‬ګمراه به شمه‬


‫يو ستا د کور الره ده ماته رامالومه اشنا‬

‫د يوسفي حسن خاونده بس دی راشه کنه‬


‫کړي انتظار به دې ګوهر غريب تر کومه اشنا‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪010‬‬

‫غزل‬

‫يار! په خپل ځان نه پوهېږم دغه څه راباندي وشول‬


‫دا په چا پسې ژړيږم‪ ،‬دغه څه راباندي وشول‬

‫هر يو چل مې په زړه وکړ‪ ،‬چې تا هېر کړمه جانانه‬


‫نه صبريږم‪،‬نه صبريږم‪ ،‬دغه څه راباندې وشول‬

‫هغه يو کس بس يو ځل‪ ،‬بې وفايي راسره کړې‬


‫اوس له مینې نه يريږم‪ ،‬دغه څه راباندې وشول‬

‫لیونتوب نه دی نو څه دي‪ ،‬چې کوڅه کې دې روان يم‬


‫له خپل ځان سره غږيږم‪ ،‬دغه څه راباندې وشول‬

‫نن مې ځان ته ژړا راغله‪،‬په خپل ځان مې زړګی وسو‬


‫د نارنج غوندې زيړېږم‪،‬دغه څه راباندې وشول‬

‫هره شپه دې په فراق کې ‪،‬لکه شمع تر سهاره‬


‫ويلي کېږم او سوځېږم‪ ،‬دغه څه راباندې وشول‬

‫هله زر شه پسې الړ شه‪ ،‬جانان راوله ګوهره‬


‫په ايمان لېونی کېږم‪ ،‬دغه څه راباندې وشول‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪011‬‬

‫غزل‬

‫ځمه‬ ‫درنه‬ ‫سپارمه‪،‬‬ ‫باندې‬ ‫خدای‬ ‫په‬ ‫تا‬


‫ځمه‬ ‫درنه‬ ‫ښکلومه‪،‬‬ ‫دې‬ ‫وار‬ ‫يو‬ ‫بس‬

‫ځغلم‬ ‫به‬ ‫غوندې‬ ‫ځواني‬ ‫د‬ ‫او‬ ‫ژوندون‬ ‫د‬


‫ځمه‬ ‫درنه‬ ‫پرېږدمه‪،‬‬ ‫صنمه‪،‬تا‬ ‫نور‬

‫وکړې‬ ‫راته‬ ‫منتونه‬ ‫څومره‬ ‫هر‬ ‫که‬


‫ځمه‬ ‫درنه‬ ‫ځمه‪،‬‬ ‫درنه‬ ‫ځمه‪،‬‬ ‫درنه‬

‫کړې‬ ‫بال‬ ‫کومه‬ ‫دې‬ ‫باندې‬ ‫ما‬ ‫په‬ ‫دا‬


‫ځمه‬ ‫درنه‬ ‫راځمه‪،‬‬ ‫درته‬ ‫ورځ‬ ‫ټوله‬

‫په واهلل چې زړه مې چوي‪ ،‬زړه مې چوي‬


‫ځمه‬ ‫درنه‬ ‫ستمه‪،‬‬ ‫له‬ ‫غمه‪،‬‬ ‫له‬ ‫ستا‬

‫کړې‬ ‫درپخال‬ ‫بیرته‬ ‫مابه‬ ‫راشې‬ ‫به‬ ‫ته‬


‫ځمه‬ ‫درنه‬ ‫تمه‪،‬‬ ‫دې‬ ‫په‬ ‫هیله‬ ‫دې‬ ‫په‬

‫چې ته نه يې نو په دې دنیا به څه کړم‬


‫ځمه‬ ‫درنه‬ ‫مرمه‪،‬‬ ‫درنه‬ ‫ګوهره‬ ‫بس‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪011‬‬

‫غزل‬

‫کېږم‬ ‫نه مي شي ګذران لېونی‬


‫کېږم‬ ‫لېونی‬ ‫ايمان‬ ‫په‬ ‫ياره‬

‫نن‬ ‫شوی‬ ‫ياد‬ ‫راته‬ ‫ډېر‬


‫کېږم‬ ‫لېونی‬ ‫جانان‬ ‫راولۍ‬

‫سوزي‬ ‫لمبو‬ ‫په‬ ‫مي‬ ‫زړه‬


‫کېږم‬ ‫لېونی‬ ‫چشمان‬ ‫واړوه‬

‫تل‬ ‫ګرځم‬ ‫لټون‬ ‫په‬ ‫ستا‬


‫کېږم‬ ‫لېونی‬ ‫ګرېوان‬ ‫مي‬ ‫څیري‬

‫کړې‬ ‫توري‬ ‫سترګي‬ ‫چه‬ ‫تا‬


‫اوس مي ده ګمان لېونی کېږم‬

‫رنځوريمه‬ ‫پسي‬ ‫تا‬


‫کېږم‬ ‫لېونی‬ ‫درمان‬ ‫شه‬ ‫مي‬ ‫ته‬

‫ته‬ ‫دنیا‬ ‫سپیرې‬ ‫ګوهر‪،‬‬ ‫زه‬


‫کېږم‬ ‫لېونی‬ ‫حیران‬ ‫يمه‬ ‫ډېر‬
‫( د قیصر اپرېدي په طرحه)‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪011‬‬

‫غزل‬

‫ماښام د سیند په غاړه او سحر د سیند په غاړه‬


‫زه ګرځمه يوازي اوس اکثر د سیند په غاړه‬

‫چې کله مې په زړه ستا د غمونو چپې راشي‬


‫غاړه‬ ‫په‬ ‫سیند‬ ‫د‬ ‫بهر‬ ‫کېنمه‬ ‫او‬ ‫راووځمه‬

‫جانانه ستا تصوير زما په زړه کې داسي ښکاري‬


‫ته راشه او لږ وګوره دا لمر د سیند په غاړه‬

‫چپې چپې چپې چې د ساحل په خوا رادرومي‬


‫په غېږ کې مې ورټینګ کړي زر دلبر د سیند په غاړه‬

‫ته ورشه د څپو غېږ ته ځان واچوه ګوهره‬


‫پیدا به نه کړې هیڅکله ګوهر د سیند په غاړه‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪011‬‬

‫غزل‬
‫غرونه‬ ‫لکه‬ ‫غمونه‬ ‫ستا‬ ‫مې‬ ‫زړګې‬ ‫په‬
‫غرونه‬ ‫لکه‬ ‫بارونه‬ ‫درانه‬ ‫دا‬ ‫وړمه‬

‫نه‬ ‫جانان‬ ‫د‬ ‫او‬ ‫زما‬ ‫دې‬ ‫شوې‬ ‫تاو‬ ‫را‬


‫غرونه‬ ‫لکه‬ ‫ديوالونه‬ ‫رواجونه‪،‬‬

‫شوی‬ ‫ورګډ‬ ‫يم‬ ‫سمندر‬ ‫په‬ ‫عشق‬ ‫د‬ ‫زه‬


‫غرونه‬ ‫لکه‬ ‫موجونه‬ ‫مې‬ ‫کې‬ ‫مخ‬ ‫په‬ ‫دې‬

‫امیدونه‬ ‫ارمانونه‪،‬‬ ‫خیالونه‪،‬‬ ‫زما‬


‫غرونه‬ ‫لکه‬ ‫غرونه‪،‬‬ ‫لکه‬ ‫غرونه‪،‬‬ ‫لکه‬

‫ورکړه‬ ‫مال‬ ‫يې‬ ‫ته‬ ‫ستم‬ ‫يو‬ ‫هر‬ ‫دنیا‬ ‫د‬


‫غرونه‬ ‫لکه‬ ‫زړونه‬ ‫کلک‬ ‫لري‬ ‫پښتانه‬

‫دي‬ ‫کې‬ ‫په‬ ‫ګوهر‬ ‫محبت‬ ‫او‬ ‫حکمت‬ ‫د‬


‫غرونه‬ ‫لکه‬ ‫شعرونه‬ ‫ستا‬ ‫ګوهره‬ ‫اې‬

‫د يوه نامعلوم شاعر د غزل په لیکه‬


‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪011‬‬

‫غزل‬

‫چې انسان په کايناتو کې راګېر دی‬ ‫څنګه‬


‫داسې مې دا زړه ستا په خیاالتو کې راګېر دی‬

‫مرګ غواړي له خدايه او له ژونده ستړی شوی‬


‫دلته هر سړی داسې حاالتو کې راګېر دی‬

‫اغیار مې اوس په خپله چاالکۍ کې رانښتی‬


‫مچ دی خدای وهلی او په شاتو کې راګېر دی‬

‫ال هم د خپل ځان پېژندلو ته وزګار نه دی‬


‫په مجهوالتو کې راګېردی‬ ‫دومره دا انسان‬

‫ساده دی‪،‬وفادار دی او په مینه ښه پوهیږي‬


‫يار بس د ګوهر دغو صفاتو کې راګېر دی‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪017‬‬

‫غزل‬

‫پــــه ځــــان مــــې حــــرام کــــړي دي خوبونــــه ســــتا پــــه ســــر‬


‫زه وړمـــــــه اوس د خلکـــــــو منتونـــــــه ســـــــتا پـــــــه ســـــــر‬

‫پـــام‪ ،‬چـــې مـــې پـــه نیمـــه الر کـــې پـــرې نـــږدې جانانـــه‬
‫مــــا يښــــي لــــه رقیــــب ســــره شــــرطونه ســــتا پــــه ســــر‬

‫زمـــــا د قتلولـــــو پـــــه نیـــــت هـــــم کـــــه خـــــوا لـــــه راشـــــې‬


‫شــــیندم بــــه زه ګیــــډۍ ګیــــډۍ ګلونــــه ســــتا پــــه ســــر‬

‫ســـــتا پـــــه يارانـــــه کـــــې شـــــوم لـــــه خپلـــــو‪،‬پردو لـــــري‬


‫راکــــــړي راتــــــه هــــــر چــــــا جوابونــــــه ســــــتا پــــــه ســــــر‬

‫تــــه خــــو يــــې واهلل کــــه پــــه کیســــه کــــي يــــې جانانــــه‬
‫ګــــوهر بیــــا لیــــونی دی کــــړي جنګونــــه ســ ـتا پــــه ســــر‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪018‬‬

‫نظم‬
‫(دا نظم يو چاته ډالۍ و)‬

‫تاته به ياد وي کنه‬


‫خو ماته اوس هم ياد دي‬
‫اوس هم چي شپه شي انسانان ويده شي‬
‫په خپلو ځالو کي مارغان ويده شي‬
‫د مور په غېږ کي ماشومان ويده شي‬
‫خو زه لکه خزان وهلې څانګه‬
‫چه د سپیره باد سره والوزي‬
‫لکه يو ستړی مسافر چي کور نه لري‬
‫لکه يتیم چه پالر نه لري مور نه لري‬
‫داسي يوازي او تنها پاتي شم‬
‫سترګي مي ډکي شي د اوښکو‬
‫په ژړا پاتي شم‬
‫او راياديږي هغه تېر وختونه‬
‫هغه‬
‫ستا خوږې خبري‬
‫ها د زرکي په شان‬
‫پستې پستې خبري‬
‫هغه چه شپه به شوله‬
‫او زما ماشوم هیلو به‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪019‬‬

‫د تصور دنیا کي‬


‫لکه واړه ماشومان‬

‫د تا په وړاندي به مي‬
‫زخمي ځیګر کېښود‬
‫او تا به په مینه مینه‬
‫زما دا ماشومه اروا‬
‫په ناز وخندوله‬
‫بیا به دي وژړوله‬
‫تاته به ياد وي کنه‬
‫خو ماته اوس هم ياد دي‬
‫يوه شپه تا وويل‬
‫ډېر دي په مینه او ادا وويل‬
‫که زه چیري په لوی سفر الړه شم‬
‫تا د ماشوم ژوندون نه‬
‫لکه "وړانګه" د لمر الړه شم‬
‫نو‬
‫تاته به ياديږم کنه؟‬
‫ما درته وويل نه‬
‫زه به تا نه يادوم‬
‫ته لږ حیرانه شولې‬
‫بیا پريشانه شولې‬
‫او په غټو غټو تورو سترګو دي‬
‫په مینه مینه ماته وکتل‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪001‬‬

‫ما درته کټ کټ وخندل‬


‫ته څومره ساده کوچۍ يې‬
‫زما د زړه دنیا يې‬
‫څومره ښايسته کوچۍ يې‬
‫زه به تا نه يادوم ځکه‬
‫د يادېدو دپاره‬
‫خو هېرېدل شرط وي‬
‫خو زه تا هېرولی نه شم‬
‫هو دا منم چه هېروم به دي له وخته سره‬
‫خو دا مي وعده ده چه به تر مرګه پوري تا يادوم‬
‫تاته به ياد وي کنه‬
‫خو ماته اوس هم ياد دي‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪000‬‬

‫غزل‬

‫شمارلي يې په تا د اسمان ستوري او که نه !‬


‫زړه ووايه چې ښکلي دي سر زوري او که نه !‬

‫په ما خو ساډوبي راځي چې يار ته مخامخ شم‬


‫ستا څه حال وي ملګريه زړه دي ښوري او که نه ؟‬

‫بیا به د خاطر غوندې جانان په الس کې راشي‬


‫ته صبر چې په شا باندې راګوري او که نه‬

‫که دلته حاالت داسي وه يوه ورځ به ته ګورې‬


‫چې کاڼي په وطن باندې را اوري او که نه‬

‫زه چې له کلونو کوم سړي ته غزل لیکم‬


‫ګوهره خدای خبر هغه يې ګوري او که نه !؟‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪001‬‬

‫غزل‬

‫لري‬ ‫نه‬ ‫وفا‬ ‫خو‬ ‫لري‬ ‫به‬ ‫حسن‬


‫لري‬ ‫نه‬ ‫دا‬ ‫چې‬ ‫دی‬ ‫کار‬ ‫دا‬ ‫کې‬ ‫ښکلو‬

‫‪،‬يار‬ ‫راکړه‬ ‫غېږه‬ ‫ټینګه‬ ‫يرېږه‬ ‫مه‬


‫لري‬ ‫نه‬ ‫روا‬ ‫او‬ ‫ناروا‬ ‫مینه‬

‫شولې‬ ‫اوږدې‬ ‫څومره‬ ‫شپې‬ ‫هجر‬ ‫د‬ ‫دا‬


‫لري‬ ‫نه‬ ‫سبا‬ ‫وصل‬ ‫د‬ ‫جوړ‬ ‫مې‬ ‫ژوند‬

‫کړمه‬ ‫تماشې‬ ‫د‬ ‫عالم‬ ‫د‬ ‫دې‬ ‫زه‬


‫لری‬ ‫نه‬ ‫رسوا‬ ‫ګالبه‬ ‫خدای‬ ‫دې‬ ‫تا‬

‫دي‬ ‫کړي‬ ‫راسره‬ ‫بد‬ ‫دې‬ ‫که‬ ‫څو‬ ‫هر‬


‫لري‬ ‫نه‬ ‫‪،‬پروا‬ ‫راشه‬ ‫کنه‬ ‫دی‬ ‫خیر‬

‫ولري‬ ‫دنیا‬ ‫ټوله‬ ‫که‬ ‫ګوهر‬ ‫دا‬


‫لري‬ ‫نه‬ ‫تا‬ ‫چې‬ ‫جانانه‬ ‫دی‬ ‫نه‬ ‫هیڅ‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪001‬‬

‫غزل‬

‫په دار ځړيږي هره ورځ يو سر په ښاريه کې‬


‫غوغا وي هرې خوا ته جوړ و ي شر په ښاريه کې‬

‫کمزوري په کې نه اوسي ‪،‬کمزوري ترې نه تښتي‬


‫اوسیږي اوس يوازي زورور په ښاريه کې‬

‫خدای خبر د کوم غم دروند څادر يې در اغوستی‬


‫فرق نه کیږي د غم او د اختر په ښاريه کې‬

‫دا زړه مې په دې دومره لوی جهان کې په تنګ شوی‬


‫چې نه مې شته عالمه خپل دلبر په ښاريه کې‬

‫تر اوسه يې د خپل طبیعت ملګری پیدا نه کړ‬


‫ګوهر غريب ګرځیږي در په در په ښاريه کې‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪001‬‬

‫غزل‬

‫غواړي‬ ‫اننګي‬ ‫شونډی‬ ‫سرې‬ ‫ستا‬


‫غواړي‬ ‫مستي‬ ‫او‬ ‫دی‬ ‫مست‬ ‫ګوهر‬

‫غواړي‬ ‫ياري‬ ‫ستا‬ ‫ګله‬ ‫څوک‬ ‫هر‬


‫غواړي‬ ‫خوشالي‬ ‫دغه‬ ‫څوک‬ ‫هر‬

‫اوس‬ ‫دي‬ ‫جنګ‬ ‫په‬ ‫مې‬ ‫عقل‬ ‫او‬ ‫زړه‬


‫غواړي‬ ‫ازادي‬ ‫دواړه‬ ‫دا‬ ‫اوس‬

‫؟!‬ ‫ده‬ ‫اسانه‬ ‫کله‬ ‫شاعري‬


‫غواړي‬ ‫زړګي‬ ‫د‬ ‫ويني‬ ‫خو‬ ‫دا‬

‫يو بیت‬

‫پريږدئ چي مړ شم د جنت په دروازه کي مړ شم‬


‫خدای خو دي وکړي چي د خپل يار په کوڅه کي مړ شم‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪001‬‬

‫غزل‬

‫بند‪،‬ژوند‬ ‫تیروم‬ ‫څیر‬ ‫په‬ ‫مرغه‬ ‫دبندي‬


‫خوند‪،‬ژوند‬ ‫راکوي‬ ‫نه‬ ‫جانانه‬ ‫تا‬ ‫له‬ ‫بې‬
‫زما ژوند خو بس يو څو ساعته ژوند و‬
‫زما ژوند خو وه هغه ستا په مړوند‪ ،‬ژوند‬
‫دا خو ستا میني رسوا کړم سپوږمۍ مخیه‬
‫ژوند‬ ‫څرګند‬ ‫غوندي‬ ‫لمر‬ ‫د‬ ‫لره‬ ‫ما‬ ‫کنه‬
‫دی‬ ‫غوڅ‬ ‫غشو‬ ‫په‬ ‫بڼو‬ ‫د‬ ‫ستا‬ ‫زړه‬ ‫زما‬
‫مند‪،‬ژوند‬ ‫فکر‬ ‫زلفې‬ ‫ستا‬ ‫لکه‬ ‫ژوند‬ ‫زما‬
‫لیکې‬ ‫غزلي‬ ‫خوږې‬ ‫دغسي‬ ‫چي‬ ‫ته‬
‫خدای دي مړ مه کړه ګوهره ياره ژوند‪،‬ژوند‬

‫دوه بیتونه‬

‫د ستا په سپین مړوند باندي د خوب په امیدونو‬


‫امیدونو‬ ‫په‬ ‫لېونتوب‬ ‫تر‬ ‫زه‬ ‫نور‬ ‫رسېږمه‬
‫زما همځولي خپلي تماشې کړي او مزې کړي‬
‫په ما غريب تېرېږي زلمیتوب په امیدونو‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪001‬‬

‫غزل‬

‫اې مه کوه زموږ په ارمانونو باندي لوبي‬


‫لوبي‬ ‫باندي‬ ‫زړونو‬ ‫په‬ ‫داسي‬ ‫ناروا‬ ‫جانانه‬

‫دا ستا په ګالبي مخ باندي ياره خولې راغلې‬


‫که پرخه د سبا کړي په ګلونو باندي لوبي‬

‫د خپل ژوند پروا نه لري چي مینه کي صادق وي‬


‫کوي لکه پتنګ په سرو اورونو باندي لوبي‬

‫يو څو کسان له ژوند او محبته منکر شوي‬


‫لوبي‬ ‫باندي‬ ‫مرګونو‬ ‫په‬ ‫انسانانو‬ ‫د‬ ‫کوي‬

‫يې‬ ‫نه‬ ‫مین‬ ‫غمه‬ ‫بې‬ ‫ته‬ ‫دروغجنه‬ ‫ګوهره‬


‫چی مینه کړي هغه کړي په سرونو باندي لوبي‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪007‬‬

‫غزل‬

‫ته پرېږده چي بې غمه شم ويده لکه ماشوم‬


‫ماشوم‬ ‫لکه‬ ‫زنګانه‬ ‫په‬ ‫ستا‬ ‫د‬ ‫لږ‬ ‫جانانه‬

‫تا چي د فراق درنې څپیړې په مخ راکړې‬


‫ژړيږي په سلګو سلګو مي زړه لکه ماشوم‬

‫ستا د خوږو سرو شونډو خوږو پسي ژړيږم‬


‫جانانه ستا يارۍ کي شومه زه لکه ماشوم‬

‫اللیه‬ ‫شمه‬ ‫مخامخ‬ ‫تاته‬ ‫چي‬ ‫کله‬ ‫هر‬


‫شرمیږي او غورځیږي مي دا زړه لکه ماشوم‬

‫راشه راپخال شه او بیا ټینګه غېږه راکړه‬


‫خفه يې داسي هر وختي په څه لکه ماشوم‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪008‬‬

‫بله ورځ به خیر دی په رضا باندي خوله درکړم‬


‫ماشوم‬ ‫لکه‬ ‫ته‬ ‫کوه‬ ‫مه‬ ‫ضد‬ ‫ياره‬ ‫ګوهره‬

‫څلوريزه‬

‫زلفو‬ ‫تورو‬ ‫د‬ ‫ستا‬ ‫شي‬ ‫شور‬ ‫کله‬ ‫چې‬


‫زلفو‬ ‫تورو‬ ‫د‬ ‫ستا‬ ‫شي‬ ‫اور‬ ‫بل‬ ‫ما‬ ‫په‬
‫وتړه‬ ‫مظبوط‬ ‫مې‬ ‫زلفو‬ ‫خپلو‬ ‫په‬
‫زلفو‬ ‫تورو‬ ‫د‬ ‫ستا‬ ‫شې‬ ‫تور‬ ‫مې‬ ‫زړه‬ ‫که‬

‫پای‬
‫انعام اهلل ګوهر‬ ‫نور دې نه يادوم‬
‫‪009‬‬

You might also like