Professional Documents
Culture Documents
زه در سره نه وم؟ sgjwxh
زه در سره نه وم؟ sgjwxh
ناول
:لیکوال
ايمل امیدي
لمريز کال۲۹۳۱
(c) ketabton.com: The Digital Library
3
(c) ketabton.com: The Digital Library
ډالۍ
: ۲هغه مينانو ته چي خپل ثمرته درسيدولپاره يي خپل ژوند وقف
كړى وي خورسيدلى نه وي.
4
(c) ketabton.com: The Digital Library
دخداي جل جالله څخه زر واري شكر كوم چي ماته يي بيادومره وس او توان راكړ چي
خپلومينوالوته يوبل ناول وليكم .رابه شم دناول تعريف ته ترڅولوستونكي الهم ښه ورباندي
وپوهيږي.
ناول دالتيني ژبي د (نووس) دكليمې څخه اخستل شوى دى چې نوى شي ته وايي.
اودناول تعريف هم داسي دي چي ناول په لغات كي نوي،تازه او عجب ته وايي .
ناول ته ځكه ناول وايي چې د زړو فكلوريكونكلونو اوافسانوپرځاي يو نوى شي منځ ته راغى .
دناول جوړښت له كيسې سره ډير ورته دي مګر توپير يي يوازي دادي چې ناول څوغوټي لري او
كيسه يوازي يوه يا دوې غوټه لري .كيسه يويادوه كركټره لري خوپه ناول كي هرڅومره كركټره
راتلالي شي.
كيسه يوازي يوه يادوې پيښي انځوروي مګرناول څوپيښي رانعاړي .اوبل ناول ته دكيسې اوږد
شكل هم ويالي شو.
كيسه له يوې جملې څه شروع تر پنځلس مخونو پوري .ناول له پنځه اويامخونوڅه شروع تر پنځه
سوو مخونوپوري .اوكله چي له پنځه سوو مخونواضافه شونوهغه ته بياناول نه بلكي رومان
وايي.چي له پنځه سوو صحفوڅخه تر پنځلس سوو صحفوپوري وي چي له دې څخه بل داسي اوږد
فورم نشته اونه تراوسه چاورته كوم نوم انتخاب كړي.
دلته لوستونكوته سوال پيدانه شي چي له پنځلس مخونوڅخه ترپنځه اوويا مخونوپوري هغه
داستان ته څه وايي،نوهغه ته بيارومالټ وايي.
يادونه يي ځكه اړينه بولم ترڅو له ټولو اړخونوسره دكيسې،ناول،رومالټ اورومان اشنا سو.
خداي جل جالله دي وكړي چي ستاسودخوښي سبب وگرځي اوبحث يي راڅخه اوږد شوي نه وي
اوكه كومه غلطي اوياكوم ځاي راڅخه اشتبهاه شوى وي نو ستاسو ټولو څخه معذورت غواړم
داځكه چي انسان له اشتبهاتوڅخه خالي نه وي.
له ښاغلي حاجي هدايت اهلل ( فضي) څخه يوه نړۍ مننه كوم چي په دې ناول دتصحيح او ورسره
دكمپيوټري سهوي چي كي شوي وي ،په پوره ايماندارۍ او له مصروفيتونوسربيره خپل قيمتي
5
(c) ketabton.com: The Digital Library
وخت ورته ضايع كړ .ورسره له ښاغلى اونيږدې ملګري حكمت اهلل (هالل) څخه هم يوه دنيامننه كوم
چي دخپلوبوختياوو سربيره يي زمادناول كمپوز ته ځگر وټكوي .همدارنگه دخپل نيږدې ملګري
اوتكړه شاعر عبدالمنان (هنر) څخه يوه نړۍ مننه كوم چي زه يي دادب په ډګركي ډيرهڅولى يم اوال
مي ورته هڅوي.
ستاسو ورور
ايمل اميدي
- ۱۳ثور۲۹۳۱ -
كالت ښار خپله جونگړه
6
(c) ketabton.com: The Digital Library
مابه هميشه خپله دخاطراتوكتابچه له ځانه سره ګرزوله ،داځكه چي هره موضوع به راته پيښه شوه
ما به هغه له ځان سره نوټ كړه اودامي ټينګ عزم اواراده كړې وه چي ترڅوژوندى يم خپل
دژوندخوږې اوترخې خاطرې سره يوځاي اوهيڅ يي هيريدو ته پرينږدم .كه څه هم نيږدې ملګري مي
اصف هم دكتلو لپاره په واري واري راڅخه غوښتنه كوله خوماورته نه وركول اونه مي غوښتل چي
څوک دي زما دژوندله رازه خبرشي.يوه ورځ اصف خان گوښه كړم اوراته ويي ويل چي ياره داسي
ښايسته خوښينه لرم چي بيخي نورنودښايست زور نه په رسيږي .ماله هغوي سره خبرې كړي
اوهغوي مي په دې رضا كړي دي چي ستاسره دوستي وكړي نوراځه چي داكاردرته وكړم.خوماته به
يي چي كله داسي خبري وكړي مابه سخت غبرګون ښودي اودابه مي په سختوټكو ردوله چي ته
ولي نه پوهيږي ،زه نه غواړم چي په ژوند كي بل واده وكړم ،دابه مي ورته وويل اوځني خوابدي به
شوم ،دوي دري ورځي به مي بيخي ورسره ليدل هم نه ،خوبيا به ورته مجبوره وم اوهيڅ چاره مي نه
ځني درلوده ځكه دډيرې مودې انډيوال مي و.ده غريب به زما په خاطرډيره هڅه اوكوښښ كاوه
خوپه دې نه پوهيدى چي زه ولي بل واده نه كوم.دده دا ګمان و چي پرما خپله لومړنۍ ښځه ډيره
ګرانه وه اواوس نه غواړي چي دهغې ځاي دي بله ښځه ونيسي،خوپه اصل كي دى مي هم له
موضوع صحي نه وخبر.يوه ورځ اصف خان خپلونوروملګروته ميلمستيا كړې وه ،زه يي هم
خبركړي وم ،ښه وخت موسره تيراوښه ډيرمجلس مووكړ .كله چي دخوب وخت شونو نورملګري
يي خپلوكورونو ته والړل زه ورسره پاته شوم،ما دپنځودقيقو لپاره غوښتنه ځني وكړه ترڅو
دميلمستيا ټول تفصيل په خپلو خاطراتو كي وليكم ،ده غريب هم راته اجازه راكړه اوراته يي
وويل:
7
(c) ketabton.com: The Digital Library
( -خداي جل جالله مي دي نه ځني خبروي ،بيابه لكه ته دغسي ليونى يم،بل كاربه نه لرم اونه به بل
كاركوالي شم)
_ماكارونه تاسوته پري ايښي دي.نومي په خپلوخاطراتوكي داسي وليكل:اي زما ميني !ته
خوخداي جل جالله راته دانسان په بڼه ماليكه راليږلې وې.زه ډيرګنهګار اوډيرظالم يم چي ستا
مينه مي هيڅ درک نكړه.ستاهره خبره هرځاي او په هروخت كي غم خوپريږده دخوشحالۍ په وخت
كي هم راته ياديږي.ته باورپه خداي جل جالله وكړه نن مي طبيعت يو څه برابروواو دڅولحظولپاره
مي هيره كړې وې اوله خپلوملګروسره مي يوڅه وخندل .
هيڅ په الس نه راځي بغيردافسوس اوارمان كولوڅخه.زه ښه پوهيدم چي ډيردرباندي ګران وم
بيله ما ژوند نه شي كوالي ،ستا درښتينې مينه حقيقت راته څرګنده شو.ته ددرواغو اودوكي
وركولو له جملي څخه نه وې.ته دبي وفاووله جملې څخه نه وې ،پرتا وفاخالصه وه اوهيڅ زوريي
نه درباندي رسيدى .ستا سره وفااورښتينولي هيڅ مقابله نشواي كوالي .زه ستامجرم اوستا
قاتل يم ،بل څه خومي په وس كي نه دي اوس پرته ددې چي ستا يادونو ته وژاړم اويوڅه كرارخپل
ناكرارزړه ته وروبخښم.تاته دي اهلل جل جالله هيڅ سزانه دركوي ،زه په خپل ځان خپله شاهدي
اداكوم چي زه دي قاتل يم ،تاته چي هره سزادركول كيږي ماته دي خداي جل جالله په
دواړوجهانوكي راكړي.په دې خوپوهيږم چي ددې دنيا په سزاخومبتال مبتال يم اواميدلرم چي
داخرت سزابه هم زماپه نصيب وي.اوف!!!كه ته ژوندۍ واي اوزما داحال دي ليدلي واي نوبه
8
(c) ketabton.com: The Digital Library
درته معلوم شوي وه چي پرما څه تيريږي .دخداي جل جالله بختوره وې چي ددنياله ټولو
مصيبتونوڅخه دي ځان خالص كړاوزه دي ورته يوازي پريښودم زه به په دي لويدلي وجود څنګه له
دي ټولومصيبتونوسره مقابله وكړاي شم ؟ته وې چي زه دي له هرډول مقابلې سره اشناكړم اوهيڅ
شي ته به مي وارنه وخطا ،خونن زه ډيربي وسه اوتنهايم زه ستاپرته هيڅ نه يم،كله چي دي زه
پرايښى يم له هغه ورځي څخه تراوسه ځان تنها اوبي كسه احساسوم.دغه څوجملې مي وليكلې
اوبيامي له اصف څخه بخښنه وغوښتل،هغه راته داسي حيران پاته و څوما ورباندي ږغ كړل ،كله
چي يي راته پام شو،نويي راته وويل:
(زه په والتاته حيران پاته يم ،څنګه يوپه يو دي ټول ژوند ته بدلون وركړ؟لومړى څنګه وې اواوس
څنګه شوى يي ؟ټول چورت دي له قلم اوكتابجۍ سره وي .داسي ظلم له ځانه سره مه كوه ،اخيربه
ليونى شى اومخلوق به په ځان وخندوى؟)
_يا! انشاءاهلل هغه حد ته به ونه رسيږم ،خوزه څنګه وكړم؟پرته له قلم اوكتابچۍ څخه په بل هيڅ
شي مي پام نه غلطيږي.دغه كتابچه اوقلم دي چي زماچورت اوفكريي پربلي خواړولى دى .
زه ولي تاته څه نه وايم ،خوله تاهيله كوم ته هم بياڅه مه راته وايه.ده غريب به نورڅه نشوراباندي
كوالي نوبه يي خپل كارته پريښودم.وخت ناوخته شوى و،دخوب ځاي يي راسم كړ،په ځاي كي
بيده شوم ،خوب نه راتلى پرخپل ځان اوحال مي ډيرافسوس كاوه،حيران به پاته وم چي رښتياهم
زه په څه اخته يم اوڅه كوم؟ټول دنيايي كارونه خووه راڅخه پاته ،دكوركارونه مي الهم نشو
كولى .
زه په دغوخپلوتيرواواوسنيو يادونو كي غرق وم چي ناڅاپه مي ساه بنده بنده كيده اوپرسرمي
ورسره درد شو،تقريباً پنځه دقيقې مي ساه بنده بنده كيده بيرته سمه شوه خود سردرد مي الهم
پسي شديد كيده.اخيرپه ځان وبيريدم چي داسي نه وي دلته پسي مړشم .په تاوان خويي پوهيدم
ځكه دغه شپه مي ډيرله اندازې زيات چورت وواهه.خپله خومي څه نشوكوالي نومي اصف خان
9
(c) ketabton.com: The Digital Library
ته زحمت وركړ اوهغه مظلوم مي دشپې په دريو بجو له خوبه راكښينوى،هغه هم سره وارخطا
شواوډيرژرراغى پوښتنه يي راڅخه وكړه چي
_خيراوخيرت دى ياره! زه يوڅه مريض شوم .يووارمي ساه بنده شوه اوسرمي هم درد ورسره شروع
كړ،خوساه بندي مي وركه شوه اودسردرد مي الندى ورک شوى.كچيري كوردسردرد ګولۍ وي
راته رايي وړه بيخي دسردرد مړكړم.دي هم په ګولۍ پسي كورته والړى اوګولۍ يي راته راوړې.
ډيرمي پرسردرد وو دوې ګولۍ مي له پاكټه څخه راوايستې،غوښتل مي چي تيري يي كړم ،گولۍ
مي التيري كړې نه وي چي دشاه په تخته پسي غوځارشوم.
10
(c) ketabton.com: The Digital Library
كله چي پرسد شوم ګورم چي په روغتون كي راته سيرومان چاالن دي،دوه ډاكټران مي يو يوې
خواته اويوبل ډاكټر مي دابلي خواته والړ دى ،ماته يي مباركي راكړه.زه يوڅه وار خطا وم خوبيا هم
حيران دې مباركۍ ته شوم چي دڅه شي لپاره مباركي راكوي ،پوښتنه مي ځني وكړه چي خيرت
خوبه وي ؟يوه ډاكټر راته وويل:
( موږدرته دنوي ژوند مباركي دركړه ،دخداي جل جالله نيک بخته بنده يي چي روغ پاته شوې ؟)
دډاكټرپه خبره حيران پاته شوم چي څنګه روغ پاته شوم،ماورځني پوښتنه كوله چي دوهم ډاكټر
راته وويل:
ماپه زړه كي داويل چي كاشكي خونه واي پاته شوى.د خپلې راپيښي شوي ناروغۍ څخه په
روغتون كي خبرشوم،چي تيره شپه داصف په كوركي راباندي حمله راغلې وه .اصف خان هم په
روغتون كي دوې ورځي راسره و،وروسته ډاكټرانوراته اجازه راكړه اوله روغتون څخه يي خارج
كړو.كورته نه والړم له اصف خان سره دده كورته والړم.ډيرنصيحتونه يي راته وكړل (چي ته ولي
داسي له ژونده نا اميده يي ؟بايد له ژونده خوند واخلي .ژوندپه نااميدۍ اوناهيلۍ نه
تيريږي.اخيردخپل كوراوخپلوملګرواودوستانوپه خاطرخوبايددځان خيال وساتئ .ته پوهيږي
خداي جل جالله مه كړه كه مړشوى واي نوبه پرمونږ څه تيريدل.ولي دغسي له ځانه سره كوي
اوولي دغسي له مونږسره كوي ،اخيرخودځان حفاظت فرض دى)داصف له خبرومتاثره شوم
اوورسره مي داكلک هوډ وكړچي پس له دې به نورنه غم وي اونه پريشاني .كله چي مي دغم نوم
11
(c) ketabton.com: The Digital Library
ورته واخيستي خپله دخاطراتوكتابچه مي را په ياد شول ،دستي مي اصف خان ته وويل چي وروره
زما كتابچه؟ځكه زما بي له كتابچۍ يوه ثانيه هم كرار نشته.
(دغسي ،اوس دي راسره وعده وكړه چي نوربه غم او پريشاني نه وي ،اوس بيا دكتابچي پوښتنه
كوي .زه پوهيږم چي ټول غم درته كتابچۍ جوړ كړي دى له هغې څخه دي خالصومه اوهغه به اورته
واچوم )
ماژر ورته وويل چي ګوره چي اورته يي وانه چوې؟رښتيا هم په هغه كتابجه كي زما ټول ژوند دى
،كه دي له كتابچۍ خالص كړم زه به هم مړ يم .اصف خان بيا راته حيران پاته شو چي دي ولي دومره
ټينګار ددومره زحمتونواوناروغۍ سربيره په كتابچه باندي كوي ،راته يي وويل:
(اوس خونه كيږي ،سبا يي درته دركوم .اوته بايد ډيراستراحت وكړې داځكه چي
ډاكټرانوډيرټينګارستاداستراحت كوى.ته نه بايد يوڅوورڅي پرځان فشارراولې.له كتابچۍ دي
بيغمه شه سباله خيره يي بيرته درته دركوم)
ما چي اصف ته وكتل چي زما خبره نه مني نو مي ورته وويل :اوس چي راته كتابچه نه راوړې نويوه
وعده به راسره كوې چي زما كتابچه به نه ګورې ؟دغه وعده راسره وكړه نورنو بيغمه كيږم .اصف
خان هم وعده راكړه چي صحي ده نه يي ګورم.څه ځني غواړم (كه مي ستا كتابچه وكتل زما څه به
هم ليونى جوړ شي ).تر ډيره راسره وو اخير مي ورته اجازه وركړه چي نورمي يوازى پريږدى..
اصف خان چي كله كورته والړى په خپله وعده يي وفاونه كړه زماكتابچه يي را اخيستې وه
سرترپايه يي لوستې وه .مانو په خپله كتابچه كي زمادژوند ټوله كيسه په داسي ترتيب اوتفصيل
سره ليكلې وه.
12
(c) ketabton.com: The Digital Library
مابه ټوله ورځ دجميل كاكاپه كوركي تيره كړه.پرسپوږمۍ خاله زه ډيرپه دې خاطر ګران وم چي مابه
له دوي سره هميشه په هركاركي مرسته كوله اوهم به مي ورته له بازاره كوم شيان چي ددوي په
كاريدل ورته راوړل به مي ،داځكه چي دوي په كوركي بل نارينه ماشوم نه درلودى.يوه لور يي
درلوده څانګه چي هغه پردوي ډيره ګرانه وه اوزړه يي نه په كيده چي بازارته يي په سودا پسي
وليږي،يوزه وم اوهروخت به بازارته په شيانوپسي تلم دخپل كوراوددوي دكورسودامي يوځاي
راوړل .دڅانګې به هم راسره وخت ښه تير وو،دباندي به دا نه وتله ،مونږبه په كوركي بازۍ كولى .زه
پنځلس كلن وم اوڅانګه لس كلنه وه دواړه داسي غټيدو چي بيخي زمونږ كورنۍ راته حيراني تللي
وې،ځكه په دغه موسم كي هم هلک ژرغټيږي او هم نجلۍ .زه به له څانګې سره دومره خوشحاله وم
چي اخيرخوبه خپل كورته په شپو شپو نه تلم اوددوي په كوركي به پاته وم.زما دكورنۍ له خوا به
هم پرما د افشار نه وچي ولي هلته پاته كيږم،ځكه دوي راباندي خبر وؤ چي زه له دوي سره مرسته
كوم اودوي هم زما مرستي ته ډيره اړتيا لري اوله بله پلوه سره گاونډيان و.گاونډيتوب چي څوک
وپالي ډير خوند كوي ،داسي سره معلوميږي لكه يوه كورنۍ چي وي .اوبل داسالم سپيڅلي
پيغمبر (ص) حديث شريف دى چي بايد د گاونډى ډيرخيال وساتل شي په حال يي هرڅوک ځان
خبركړي اويوله بل سره مرسته وكړي.په خوشحالۍ يي خوشحاله خوپه غم يي ورگډ وي .زه به چي
كله په ښوونځۍ كي وم چورت به مي له څانګې سره وو اودې ته به ښه تلواري وم چي ژررخصتي
شي اوددوي كورته والړ شم .يوه ورځ له ښوونځۍ څخه رارخصت شوم اوپه تلوار سره راغلم
دڅانګې كورته .كله چي يي كورته راورسيدم ګورم چي په دروازه باندي يي غټ قلف ځړيږي
اوهيڅوک يي په كوركي نشته.نه جميل كاكا شته نه سپوږمۍ خاله شته اونه هم څانګه .اللهانده
اوسرګردانه راغلم كورته له مورڅخه مي پوښتنه وكړه مورې !نه جميل كاكا شته اونه هم
سپوږمۍ خاله .دوي ته خوبه كومه ستونزه پيښه نه وي ؟ په كوريي غټ قلف ځړيږي .مورمي راته
ويل :
13
(c) ketabton.com: The Digital Library
(هغوي خووالړل مهاجرشول پاكستان ته .دلته دي سپوږمۍ خاله راغلې وه اوزما څه يي خداي په
اماني وكړه،پرتا يي ډير سالمونه ويل،دايي هم راته وويل چي فريد جان به زما له خوامچوي .راسه
چي دسپوږمۍ خاله حق دي پرځاي كړم .مورمي پرسرمچ كړم اوماورته وژړل.مورمي راڅخه
پوښتنه وكړه چي زويه! ولي څه وشول؟په څه شي ژاړې؟ )
(زويه !ليونى شوى يي كه دي بنګي كړي دي ؟ ته خوزمازوي يي اوهغووته خوپردى يي) ماته مي
دمورداخبروهيڅ خوند رانه كړ له كوره په ژړا ژړا راووتم اودڅانګې دكورله دروازې سره كښينستم
اوبندي دروازې ته مي ژړل .دومره مي ژړلي وو چي له زياتي ژړا له امله هلته پسي ويده شوى وم.په
خوب كي مي څانګه وليده چي راته وايي:
(فريده !مادخيروماما په دوكان كي غټه ناوكۍ وليده ،ته داپيسي واخله اوراته رايي وړه ).زه هم
پسي والړم ناوكۍ مي دخيروماماله دوكانه ورته واخيستل اوڅانګې ته مي وركړه خوبيا راته
وايي:
(زه درڅه خوابدې يم ؟زمونږ كره بيامه راځه ،باالستاسره لوبي نه كوم له دې ناوكۍ سره لوبي
كوم.ځه بيا زمونږكورته مه راځه ).زه ورته زاري كوم چي مانو څه كړي دي چي راڅخه خوابدې
شوې؟
(ستامور زه ووهلم اوس مي ستا څه هم خوابده ده ،ځه چي بيادي ونه وينم .زه يي له كوره په زوره
راوايستم اوخپل كورته راغلم) مورته مي په زوره ورږغ كړل اې مور!دمورپه ويلو سره له خوبه
14
(c) ketabton.com: The Digital Library
راويښ شوم ګورم چي هلته دڅانګې دكور له دروازې سره پروت وم .له هغه ځايه راغلم كورته .
دمورمي راته پام شو چي طبيعت مي برابر نه دي راږغ يي كړل
(فريده زويه ! ولي داسي خوابدى يي ؟ موردي له تا جارشي ما درته ستا دخوښي شيان پاخه كړي
دي.ته ورته وګوره وريجي اوچپس .په مور خوګران يي) ماورته بهانه وكړه چي زماهيڅ شي ته زړه
نه كيږي.نن يي راته ډيركورنى كارراكړي دى هغه ليكم سبايي راڅخه غواړي.
15
(c) ketabton.com: The Digital Library
پنځه كاله يوپه بل پسي تيرشوي وؤ اومانوڅانګه اوكورنۍ يي بيخي له ذهنه څخه ايستلي ول.ټول
چورت به مي له خپلودرسونو سره و او دا ارمان مي درلودى چي په راتلونكى كي يوتكړه اوماهره
انجينر شم .اخيري كال مي وچي له ښوونځۍ څخه فارغيدم اودكانكورلپاره مي ښه چمتوالي
نيولى وترڅووكوالي شم خپلوهيلواو ارزوګانوته ورسيږم .دكانكوردازموينوورځي شپې يوپه بل
پسي تيريدې چي پالرمې له دې فاني دنياڅخه دتل لپاره سترګي پټي كړې.دپالرمرګ موټولي
كورنۍ ته غټه ضربه وركړه خصوصاً ماته داځكه چي دټول كورسرپرستي ماته راله غاړې شوه
اوددې سرپرستۍ اومسولت سره مي دژوندټولي هيلې له خاوروسره خاورې شوې اوزه بيادې
اندازې ته ورسيدم چي هيڅ مي بيا په فكر كي هم نه دي راګرزيدلي چي زه دې بياپه خپل ژوندكي
درس ووايم .
دځوانۍ مرحلې ته رسيدلي وم اوموربه مي راته ډيرډيرويل چي ( زويه! اوس دي وخت ددې
رارسيدلي دى چي خپل ژوند برابركړې اودځان لپاره دژوند ملګرې پيداكړې؟) خومابه مي مورته
ويل چي زه به اوس له دې كاره تيرشم ،وخت خومي الپاته دي يوڅه عمر به النورصبرشم،له يوې
خوابه دكورمشكالت سره لږشي اوبل پيسې به يوڅه سره برابري كړو واده خوپه هروخت كي
كيږي.خوپه مورمې ډيرګران وم اوبل دمورزړه وي اوالديي دميني څخه ناخبره وي راته ويل به يي(
زويه! زه خواوس الژوندۍ يم څومي ستاناوې نه وي ليدلې ارمانونه به مي نيمګړي پاته وي،ستا
دواده ارمان ال په زړه كي لرم ،بياكه مړه هم شم پروا نه كوي) ماهم دمورخبره په ځمكه كي نشواي
غورځوالي نومي خپل اختيارمورته وركړ چي ته پوهېږې اوكار دي.په هرځاي كي چي ښځه راته
كوې زما درسره خوښه ده .مورمي هم زما داختيار په وركولو سره خوشحاله شوه.له هردوست
اوخپل څخه به يي پوښتنې كولې چي( دفريدلپاره چيري دوستي وكړم؟) له هر چاسره به يي
مشورې كولې چي ښه ښځه ورته وغواړم ،چي هم ښايسته وي اوهم كاريگره.په اوس عصركي
خودغه دواړه شيان ډير ضروري وي ،هرڅوک چي له چاسره دوستي كوي نودغه دوو شيانو ته
ډيرپام كوي چي هم ښايسته وي اوهم كاريگره.كه بد رنګه وي هغي ته ګوري الهم نه .اخيرته دټولو
16
(c) ketabton.com: The Digital Library
دوستانو اوخپلوانو په مشوره يي راته داشرف اكا لور انتخاب كړه چي هم ښايسته ده هم كاريگره
اويوډيرښه خوي البل پكښې كي و هغه داچي دينداره هم ده .نومي مور اوڅونوري ښځي داشرف
اكا كورته په مركه والړلې،هغوي هم ورسره خوښه كړي وه .په يوه اوونۍ كي يي ورته ستن اوتار
وركړل !
يوڅوورځي موپه كوركي خوشحالي شوې اوزه هم ډيرخوشحاله وم داځكه چي لومړۍ كوزده
ډيرخوندلري اودانسان ژوند ته سل فيصده بدلون وركوي ،بيخي دهغي ورځي تعبيرنشم كوالي
واقعاً چي دكوزدې په كولو سره مي داوږو ډيردرانه بارونه سپک شول اوزيات راحت مي
احساساوه.لنډه داچي داخوشحالي مي ترواده پوري دوام وكړ.ټوله كورنۍ،خپلوان اودوستان مي
راسره زيات خوشحاله وؤ .واده مي ال نه ووكړى چي دجميل كاكا كډه بيرته له پاكستانه څخه
افغانستان ته وروسته دپنځه نيمو كلونو څخه راوريسيده خوماچي كومه مينه اومحبت مخكي
ورسره درلود اوس مي ورسره نه و اونه مي غوښتل چي ورسره ووينم الهم،خومورمي ددوي په
راتګ زياته خوشحاله شوه اودستي يي دوي ټولوته ميلمستيا وكړه.دميلمستيا په ورځ مي مورته
بهانه وكړه چي زه هم يوځاي ميلمه يم .مورمي راته ډيروويل چي (كه كورپاته شي نو به ښه وي
اودجميل كاكا سره به خبري وكړې،هغوي هم ستا دليدلوشوق لري .پخواخو ډيردرباندي ګران
وؤ؟)خوما بيا هم ورته بهانه كوله چي اوس مي ملګري راته انتظاردي ،بل وخت به ورسره
وگورم.مورمي هم نوره راته ټينګه نه شوه زه اواختيار يي سره پريښودو .له كوره څخه راووتم اوپه
بازار كي مي له يوملګري سره په هوتل كي ډوډۍ وخوړله.ماښام ناوخته كورته راغلم جميل كاكا
اوكوچنيان يي خپل كورته تللي و.مورمي ددوي دټولوپه اړه زيات څه راته وويل خودڅانګې په
اړه يي بيخي زيات راته وويل چي (له هغې څه اوس داسي يوه ښايسته پيغله جوړه شوې چي څه
درته ووايم.
داسي سترګي داسي پزه داسي ويښتان داسي) ....خومايي له خبرواودڅانګې دزيات صفت
كولوڅخه صرف نظر وكړ اوبله موضوع مي راواخيستل،دمورمي سرالنه شوراباندي خالص چي
زه ولي ددې خبروته ښه غوږنه نيسم.
17
(c) ketabton.com: The Digital Library
يوه ورځ مي غوښتل چي بازارته په كوم شي پسي والړشم ،له كوره راووتم ،ګورم چي جميل كاكا
هم دبازار په خوا روان و،په څيره كي يي ډيربدلون راغلى و.ويښتان اوږيره يي سپين شوي وؤ.زه
چي يي كله وليدم نوزيات خوشحاله شواوټينګه ستړې مشې يي راسره وكړه ،راته يي وويل:
(فريده زويه !ماشاءاهلل دادى ځوان شوى يي؟په رښتيا چي ډير درڅخه خوابدى يم؟ مادومره اوږده
مسافري وكړه اوته يوواري تر كوره هم زما پوښتنې ته نه راغلې؟ زمونږكورخوال خير،په خپل كور
كي هم راڅخه پټ شوې،ولي دغسي كوي؟څه مي درسره كړي اوڅه بد مي دررسولي دي؟ ته نه
پوهيږي چي ته څومره په مونږ ګران يي؟ څه ووايم دااوسني ټول ځوانان دغسي وي لكه ته)
زما څخه نوره الره وركه شوه اوهيڅ بهانه هم په ذهن كي نه سره جوړيده،نومي ورته وويل:
(_ته هم رښتياوايي چي دكورمسوليت سړى ليونى كوي .ستا له پالره سره دي
اهلل جل جالله پاک ښه وكړي ډيرمشرفه اونيک بخته و ،اهلل جل جالله دي جنتونه ورنصيب كړي.
ښه خيرپه دې خو ايمان او باورلروچي ټول به مړه كيږو،څوک مخته څوک شاته .ژوند ټوله دسفر
مثال لري ،هريو به تر خپل منزله پوري رسيږي.دادنيا خوخير ډيره بي وفا ده،له هيچاسره يي وفا
نه ده كړي.اهلل جل جالله دي هغه دنيا راته جوړه كړي )
_هوجميل كاكا! ته هم رښتيا وايي .څومره دا انسانان په دې خطاء وتلي دي اوبيخي يي مرګ هير
كړى دى.اصلي خوهغه بله دنيا مهمه ده ،خداي جل جالله مهربانه دي .ښه نو اوس چيري روان وي
اوڅه كوي.
18
(c) ketabton.com: The Digital Library
(دكورشيان موخالص شوي و،اوړه اولرګي هم رانيسم ،ته نه يي خالص چي يوازي لرګي راته
راوړې؟ دانورشيان به زه خپله يوسم) ولي نه يم خالص،دلرګوپه ټال كي يو انډيوال لرم.زه هم
دكورلپاره لرګي ورڅخه رانيسم.داسي وچ لرګي به ځني دررانيسم چي ورته حيران به شې .څه وخت
ته دي په كار دي؟
(همدانن مي په كار دى .واخله داپيسې درسره واخله .زياته مننه چي دلرګوله جنجاله دي خالص
كړم)
پسي مي له جميل كاكا څخه راواخيستي ،لومړى مي دخپل كورلپاره كوم شيان چي يي په كار وؤ
هغه راوړل،ورپسي دجميل كاكا په لرګو پسي والړم .لرګي مي ورته رانيول اوپه يوه رخشه كي مي
ددوي تركوره راورسول .دروازه مي وروټكوله ګورم چي سپوږمۍ خاله راووتل ،زه يي ونه پيږندم
ځان مي ورته معرفي كړ.وروسته له ډيري خوشحالۍ څخه يي په سرمچ كړم.ماهم په الس مچ
كړه.كورته يي وروغوښتم خوماورته وويل چي جميل كاكالرګي راڅخه غوښتي وؤ،يوار به دلرګو
كاروكړم.
لرګي مي درخشه وان سره ټول ځاي پرځاي كړل.رخشه وان ته مي دلرګو دراوړلو پيسې وركړې
اوهغه مي رخصت كړاوزه خپله ورغلم دننه كورته.
سپوږمۍ خاله راته چاي برابري كړې وې.چاي يي ال نه وې راته اچولې چي څانګې ته يي ورږغ كړل
چي (راشه فريد زوى مي راغلى؟چاي هم ورواچوه ) څانګه هم راغله خوني ته .كله چي مي سترګي
پرڅانګې ولګيدلې بس نو ....
په هغه ساعت مي قيامت په سترګو وليد،عقل مي له السه وركړ،يوقسم ته حالت راباندي راغي
چي ماپه ټول ژوند كي نه ووليدلي اونه مي هم احساس كړې و ،په هيڅ ډول سره دهغه حالت بيان
نشم كوالي اونه هم په پوه شوى يم چي داولي داسي شوم .دڅانګې په الس كي دچاكليټو خلطه وه
،دهغي خلطې خوله خالصه وه ،له سالم ويلو وروسته راغله اوچاكليټ يي زما په
سرراواچول.مباركي يي راته راكړه اوراته وويل:
19
(c) ketabton.com: The Digital Library
(خداي جل جالله موهميشه خوشحاله لره ) په الس يي ستړې مشې راسره وكړه ،وروسته
دسپوږمۍ خاله له څنګه سره كښينستل .مااوسپوږمۍ خاله خبري سره كولې خوڅانگې سركښته
اچولې واوځان يي دخوني په فرش بوخت كړې و،هيڅ يي هم نه ويل ،كله به يي ځان په ګيالس
بوخت كړ،كله به يي په ترموز،خوپورته يي نه كتل خاموشي يي اختيار كړې وه .سپوږمۍ خاله
راڅخه پوښتنه وكړه چي( اوس خوبه دستي واده نه كوې ؟) ماورته وويل:
اوس خوبيخي ژمى دى ،كه خداي جل جالله راسره مل ونو په راتلونكى دوبي كي به واده وكړم.
(په دې كي نوشرم څه مانا لري،خپله ميرمن دې ده.په ازاده توګه سره ورځه ،بيا به دي له واده
وروسته ارمان كيږي چي ولي نه ورتللم)
دوې ورځي ژوند دى په خوشحاله يي تيروه .كه زما منې نوډيرخوند په دغه كي دي چي له واده
څخه مخكي ورسره ووينى.
_څه درته ووايم سپوږمۍ خاله! هيڅ زړه نه شم كوالي اونه دومره زړه وريم.
زما ددې خبروپه كيدو سره څانګې وخندل خوراته كتلي يي نه دي،سپوږمۍ خاله راته وويل:
(نارينه خودغسي وي (په خندا،خندا) له واده مخكي زړه نه لري اوله واده وروسته يي بيا نه مني
چي زه بي زړه نه وم.ښه نوپه خپل كارخپله ښه پوهيږي زه خودرته وايم چي ورځه) مونږپه مجلس
اخته وچي ترغوږ مي دكوچنى اواز شو.له سپوږمۍ خاله څخه مي پوښتنه وكړ چي داكوچنى
څوک دى؟ سپوږمۍ خاله راته وويل:
(زويه! دازما زوى دى كله چي پاكستان ته والړم هلته راته اهلل جل جالله پاک دوه زامن راكړه)
دكوچني ژړا پسي ډيريده ترڅوڅانګه وروالړه شوه اوكراريي كړ .ماهم چاي ډيري څښلي وې
20
(c) ketabton.com: The Digital Library
اوډيرمجلس مي له سپوږمۍ خاله سره وكړ،وروسته مي اجازه ځني وغوښته هغي هم راته اجازه
راكړه اوراته ويي ويل چي (كله ناكله راځه) ماهم ژمنه ورسره وكړه اوله كوره يي راووتم .هره ثانيه
اودقيقه مي څانګې يوې اوبلي خواته كيده،داګمان مي كاوه چي څانګه خوني ته راځي دچاكليټو
خالصه خلته يي په الس كي ده ،زما پرسريي را اچوي اومباركي راكوي.
21
(c) ketabton.com: The Digital Library
اوونۍ النه وه وتلې چي زړه مي له اندازې زيات دڅانګې دليدلولپاره ناكراره شو،ځمكي ځاي نه
راكاوه اونه مي پرهيڅ ځاي طاقت كيده.حيران خپل ځانته پاته وم چي داولي داسي شوم ،څنګه
دومره ژر اودومره زيات يي ليدوته ناكراره شوم،داهرڅه مي شاته پريښودل اودستي په هغه
ساعت دڅانګې كورته وراغلم تقريبا دشپي اته بجې به وې ،له ځانه سره مي دڅانګې د وروڼو لپاره
كالي اوبعضي نوردضرورت وړشيان راواخيستل.دروازه مي وروټكوله جميل كاكا راته راغى
،دروازه يي راته خالصه كړه اوزماپه ليدو ډيرخوشحاله شو.كورته سره ننوتو،له سپوږمۍ خاله او
څانګې سره مي ستړې مشې وكړه او ټول په خونه كي سره كښيناستو .
كله مي چي سترګي ددوهم ځل لپاره پرڅانګې ولګيدې ټوله ناكراري مي په هغه دم وركه شوه
اوهيڅ داتصور مي نه كاوه چي زه دى ددې لپاره دومره ناكراره شم.سپوږمۍ خاله ته مي كم شيان
چي ددې دزامنو لپاره راوړي وؤ وركړل او ورته ومي ويل:
داستا دزامنو مباركي ده .داپه ډيرڅه راڅخه قبول كړه .په نرمه خنداسره مي ورته وويل چي(برګ
سبز تحفه يي درويش ) سپوږمۍ خاله راته وويل :
(ستاخالي راتگ مونږته پوره دنيا ده ،چي موږ دي په ياد شو ،د اهلل جل جالله دي په يادشي ،دا د
درويش تحفه نه بلكي ټوله دنيا دي راته په تحفه كي راكړه.اول خودې شيانوته ضرورت نشته
زمونږاوستاسو په منځ كي)
_ ضرورت خونه و،خوماته داښه خوند نه راكوي چي ديوچاكره والړشم اوهغه هم خالي
الس.دومره شيان مانه دي راوړي چي دپوره دنياارزښت دي ولري،ستادزامنو بالدي واخلي .
(داواري خوله شيانو سره راغلې خوكه بيا راتلې پام دي وي چي هيڅ شي به نه درسره راوړئ؟) زه
يي مجبوره كړم اوداوعده مي وركړه چي بيابه خالي الس وراځم .
22
(c) ketabton.com: The Digital Library
له جميل كاكا څخه مي دپاكستان دتګ په اړه وپوښتل چي ولي والړئ اوولي دومره زياته موده
هلته تم شوئ؟
راته يي وويل:
(زمايوه سپين سرې موروه ،دهغې داهيله اوتوقع وه چي زه هلته په كډه ورشم اوله دې سره يوځاي
ژوندوكړم.زمادوه نور وروڼه هلته په پاكستان كي دټوكرانوپه يوه كمپنۍ كي كاركوي .ښه گذاره
يي كيږي اوزياتره وخت يي ماته هم دلته پيسې راليږلې.نوپه همدې خاطرمي مور راته احوال
راليږلې و ،دمورځواب مي نه درلود،ما هم كډه ورباركړه اوورغلم)
_په كراچي كي ،كراچي دومره غټ ښاردى چي كله دهغه ځاي له موټروانانو څخه پوښتنه وكړې
چي دكراچي ټول ښاردي ليدلى؟خودى به درته ووايي چي يا،كه څه هم دډيروموټروانانو له
څلويښتو كلونو څخه زياته موده دموټروانۍ كيږي خوبيا هم پكښې نابلده وي.اوديوملګري په
قول چي هغه به راته ويل چي كراچي په نړۍ كي پنځم غټ ښار دى.نوكراچي دومره ښار دى
اودپاكستان غټي غټي كمپنۍ په كراچي كي دي (.فريدجانه ! ته باورپه خداي جل جالله وكړه چي
دومره ارزاني ده هلته چي په درې زره ددې ځاي په افغانيو ديوه كوچني كور ښه گذاره كيږي .شپه
اوورځ برښنا لري .خپل گازيي سراوكال وي،اوبه خويي دي پريمانه.دژوند كولولپاره خودي دغه
شيان .هرڅه له خپله لري ،زراعت اوصنعت يي ټولي دنيا ته صادريږي .زمونږپه وطن كي خو
بدبختي ده،كنې پاكستان افغانستان له انګريزانو څخه ازاد كړى دى .خومتاسفانه چي اوس
افغانستان سل كاله النورهم په پاكستان پسي نه شي رسيدالي.دهغه تكنالوژي اوس له اروپا يي
هيوادو سره برابره ده .دتعليم لپاره يي دومره اسانتياوي برابري كړي چي كه په يوغره كي ال
كوروي هلته به يي ليسه اوپوهنتون وي او دژوندهرسهولت به ورته برابر شوي وي .زويه! چي
درته گډ شم عقل به دي درگډوډ كړم) رښتيا هم چي زه ورته حيران تللى وم.
23
(c) ketabton.com: The Digital Library
دجميل كاكاپه خبروكي ورولويدم مخ مې څانګې ته ورواړوې او له هغې مي پوښتنه وكړه چي
ستاهم پاكستان خوښ شو؟
(يا رنګ دى ورک شي ،زماخوداسي نفس كي تنګ وو چي بيخي زهره مي كي چاوده) .څانګې
چي كله دنفس نوم واخيست په زړه كي مي ويل چي قربان ستاله نفس تنګۍ څخه،كاشكي خو چي
زه درسره واي چي ستانفس تنګ شوي واي اوما ستا لپاره ددنيا ټولي خوشحالۍ دركړې
وې.كاشكي ستانفس تنګ شوي واي اوپه يوډول نه يوډول سره مي ستا وخت شه درتيركړې واي.
دفكردنيا غرق كړي وم خوڅانګه الږغيده،بيا ورته متوجه شوم چي دې ويل،هلته گاونډيان الهم
يودبل كورته نه سره ورځي،هرڅوک ويريږي اوهرڅوک دبل له شناخته څخه بيزاره وي،مينه محبت
نشته په دې خاطر مي بيخي نه دى خوښ.جميل كاكا يي خبره غوڅه كړه،چي وركه شې دادي د اوس
خبري دي.ماته خوتايوه ورځ هم ونه ويل چي زمانفس تنګ دي .اوس خويي غيبت مه كوه څومره
مووخت ښه تيروؤاوڅومره خوشحاله وؤ.كه نور هيڅ نه وي،ارزانې خوښه پريمانه وه.څانګې په
قهرجن ډول ورته وكتل اوورته يي وويل:
ماخودي اهلل جل جالله په ټوله عمربيانه ورولي ،دخپل هيواد يوه ثانيه ژونددهغه ځاي دلس كلونو
ژوندڅخه بهتره دى .
(فريده زويه! دوي خودي ښه سره اخته كړل ،اوس نوترډيرو د دواړو دغه حال وي.بل بحث ورته
راواخله چي ته خفه نه شې .مادجميل كاكا اوڅانګې له خبروڅخه دڅانګې په خاطر ډيرزيات
خوند اخيست .زه خودڅانګې خبروته ليونى وم ،خودسپوږمۍ خاله خبره مي ومنل اودوي مي له
دې بحث سره خالص كړل .لنډه داچي كله به مي څانګه وياديدل نو ددوي كورته به راتلم اوخبري به
مي ورسره كولې.سم دم ليونى شوى وم .كله به مي چي څانگه په اوونۍ كي ونه ليدل اوربه مي
اخيست.خپل ځان او ميني ته مي حيران وم .چي نه مي څانګې ته دخپلې ميني اظهار كوالي شو
24
(c) ketabton.com: The Digital Library
اونه مي هم جميل كاكا اوسپوږمۍ خاله ته.خپل ضميربه راته دا اجازه نه راكول چي يوداسي
كاروكړم چي د هغه په كولوسره د دوي زړونه ورمات كړم.نه مي ورته ويالي شول اونه مي زړه ځني
صبريدالي شو.هک حيران پاته وم،چي يوځاي مي كوزده له بل چا سره كړې اوبل راته اهلل جل جالله
په تقدير كي دا پيښه راته ليكلې وه چي زه به له څانګې سره مينه كوم د اهلل جل جالله كارونو ته
حيران پاته وم .په هيڅ نه پوهيدم اونه مي په هيڅ سرخالصيدى،په يوه عجيبه حالت كي مي قرار
درلود چي نه مي ورته دحل الره پيداكوالي شوه اونه مي له دې مشكل نه ځان خالصوالي شواي.
اهلل جل جالله ته به مي ډيري زاري كولى چي اې باداره !ته خو راته يوه دحل الرپيداكړه،زه دي په
څنګه يومشكل كي راګير كړي يم كه خپله كوژدنه پريږدم نوداكارهم راته مناسب نه ښكاري.عالم
اوجهان به راباندي خاندي او ددوي به ريشخند وګرځم او ورسره به زيات سوالونه ورته پيداشي
چي څنګه واده يي نه وو كړى خپله كوژدنه يي پريښوده ؟حتماَ په داښځه كي يومشكل وچي له واده
څخه يي مخته ايله كړه؟دهغې معصومې بدنامي هم راته ګرانه ښكاريده اودا بيا ماته هم اسانه نه
و چي مابه داسي يوكاركړى واي ،په رښتيا چي كوالي مي هم نشو.بس توكل مي په خداي (ج) كړ
اوهرڅه اوځان مي اهلل جل جالله ته وسپاري كنې داسي ورځ دي اهلل جل جالله زما په ژوند كي نه
حسابوي چي ما به څانګه هيره كړې وي اويا به ددې غم راسره ملګرتيانه وي كړې .
25
(c) ketabton.com: The Digital Library
دواده وخت مي راورسيد ،په ښه ډول اوسرُنا سره مي واده وكړ ،ډيري پيسې مي مصرف كړې
،ترڅوبيا داسي څوک پيدانه شي چي راته ووايي چي كاشكي داسي دي په واده كي كړي واي .كله
چي دواده له مراسمو څخه خالص شوم ،نو
اهلل جل جالله راته ددنيا ټولي خوشحالۍ يوازي زماپه نصيب كړي وې.دومره به خوشحاله وم چي
هيڅ دخفګان احساس مي نه كاوه .ته باور وكړه چي دڅانګې مينه مي هيره شوه اوهيڅ مي دهغې
خواته زړه نه ورتلى اوزياتره وخت به دشپې دخپلو انډيواالنو سره ميلمستياوؤ ته الهم نه تلم.يوه
بهانه به مي ورته وكړه اوزه به كورځني پاته شوم ،تردې اندازې پوري چي يوه ورځ مي خپلې مور هم
پيغور راكړ چي پخوا خوبه دي يوه ميلمستيا نه پريښوده ،اوس خودي له واده سره بيخي بدلون
وكړ،خوما به دهيچا خبرو ته غوږ نه نيوه .ماته نوپه واقعيت سره مينې (ميرمن مي) دومره مينه
راكول چي زما څخه يي ټول ملګري اوميلمستياوي ددې په بركت سره راباندي پريښودل ،داځكه
چي چيري به زه تلم،هومره به مي وخت هلته له چا سره نه تيريدى لكه دمينې سره.په يوډيرعجيب
اوله ميني اومحبت څخه ډک حالت كي اوسيدم .په ځوانۍ كي به مي يوه اوونۍ كالي اغوستي وه
،خوكله چي مي واده وكړ له هغه وروسته به مي په اوونۍ كي درې جوړې كالي اغوستل ،ما به چي
دنه اغوستلو ټنګاروكړ نومينې به په زوره راباندي اغوستل اوزه به ددې په ويلو سره خوشحاله
هم شوم .يوازي كالي اغوستل نه و،زما بوټونه به يي هم هر سهار رنګول ،اوهر سهار به چي زه
بازار ته راتلم نوعطر به يي هم په زور راباندي وهل ،ځني وختونه خوبه دوه ځلي هم داكار
تكراريده.په مابه يي سهار اوماښام غاښونه برس كول ،كه څه هم چي زه په ځوانۍ كي يوڅه لټ وم
دسهار لموځ به ډير وختونه راڅخه قضا كيده خوكله چي مي واده وكړ ،بيا زما څخه دسهار لمونځ
نه دى قضا شوى ،ولي چي كله به مي ځان واچاوه چي زه نن ډيربي خوبه اويا به مي ناروغۍ ورته
بهانه كړه ،خومينې به په ډيره نرمه لهجه اوپه يوجادوګر ډول سره زه دې ته وهڅولم ترڅو له خواږه
خوبه اوخواږه اوګرم ځاي څخه راوالړ شم اولمونځ وكړم.داخبره رښتيا ده چي ځواني غرور لري
،دهيڅ شي په كيسه كي نه وم ،حتٰى دخپل ژوند هم .يوه ورځ په موټر سيكل سپوروم غوښتل
26
(c) ketabton.com: The Digital Library
مي يوځاي ته والړشم خوتررسيدومخكي له يوبل موټرسيكل سواره سره مي ټكر وكړ ،مالمت
راباندي هغه و ،هغه ډيرخوږنه و،مګرزما سراوراسته پښه يوڅه خوږ شول،سرمي مات شوى و لږ
وينه يي هم راايستل اوپښه مي ويني شوې نه وه خوكوټل شوې ډيره وه.له ټكره وروسته دابل
موټرسايكل سپورسړي ترروغتونه راورسولم.سريي راته پټۍ كړ اودپښې تلويزوني عكس يي
راڅخه واخيست،په عكس كي مي پښه ماته نه ښكاريده ،پښه يي هم راته پټۍ كړه ،يوڅه ګولۍ
اوملهم يي راته راكړل .كورته راغلم سترګي مي پرمور ولګېدې ،هغي چي راته وكتل رنګ يي
بدلون وكړ اوژرمي ورته وويل چي موركۍ! كومه خبره نه ده سرمي لږمات شو ،دروغتون ډاكټرانو
ټينګار وكړ كنې ما پټۍ ال نه پرلګوله.بيا هم مورده اودمورزړه وي څه به باندي تيرشوي
وي،راويي ځغستل اوزما تر اوږو يي ځان الندي كړ ،ترخپلي خوني پوري يي راورسولم .په خونه
كي چي مينې زمادسرپټۍ اوپښه وليده ترخولې يي څه نه دي وتلي چي بيسده شوه .مورمي زه
پريښودم مينې ته ورغله اونارې يي ورباندي وهلي .زما څخه هم ځان هيرشو اودمينې په غم كي
شوم ،اوبه مي له تشنابه څخه راواخيستي،ورباندي ومي پاښلي،يووخت وچي مينه پرسد شوه
،ماته يي وكتل راپورته شوه ،دټولو په مخ كي يي په غيږ كي ټينګ ونيولم اوپه زوره يي راته ژړل.
ماورته دالسايي وركړه چي هيڅ خبره نه ده يوڅه مي سرخوږ شوى .بس كړه ژاړه مه ،مورهم درته
والړه ده اوته ژاړې .مينې هم دستي زما مورته وكتل له هغې څه وشرميده زه يي پريښودم اوخپله
خاموشه شوه .په خونه كي زه اومينه پاته شوو مورمي راڅخه والړه.مينې غوښتل چي بيا مي په
غيږ كي ټينګ كړي خوما پري نه ښوده ورته په غوصه شوم چي څه شوي دي راباندي؟ دادى روغ
جوړ يم ته مي په زوره رنځوروي .خومينې راته وويل:
(څه به الدرباندي كيدل .يوڅه خودځان سره احتياط كوه زما په خاطر .ته نه پوهيږې چي په ما
څومره ګران يي؟) له تا پرته ماته ژوند هيڅ مانا نه لري .اخيرزمالپاره خودي دځان خيال ساته)
_داخو تقديري پيښي دي ،زه پرخپل الس روان وم ټكر يي راسره وكړ .دغه راته په ازل كي ليكل
شوي وو،چي زه به ټكر كوم.
(_دهغه كه پام نه وتاخوبه پام كاوه ،ځان به دي ځيني ګوښه كړي وؤ).
27
(c) ketabton.com: The Digital Library
_ته اوس څنګه ليونۍ يي؟زه درته وايم هغه راباندي مالمت و،پرخپل الس يي ووهلم .ګناه زمانه
دهغه وه په دې نوزه څنګه پام وكړم ،زه خوبيغمه پرخپل الس روان وم.
_توبه اهلل جل جالله توبه .له څنګه ليونۍ سره دي مخ كړم يم.
(ليونۍ نه يم ،خوستا له السه به ليونۍ شم .كه دي دغسي بي پروا كارونه كول) .
_نورمي راته سرمه خوږوه هيڅ ويني يي نه دي كړي .ته ولي دومره تشويش كوې؟
زه ورته په غوصه شوم اونورمي له خبروكولو څخه منع كړه .
28
(c) ketabton.com: The Digital Library
دسراي دروازه ټكيده.ورواوتم ګورم چي جميل كاكا دي اوپه ماپسي راغلى دى.كورته ورسره
والړم.مانو چي واده كړى وله هغه وروسته مي ددوي كورنه و ليدلى.سپوږمۍ خاله راغله ،زما له
ټكره خبره وه ځكه يوه ورځ راغلې وه خومانه وه ليدلې،راته يي وويل:
(ستابال دي په ما شي ،ښه شوچي داپيښه په خيردرباندي تيره شوه زويه! غټ خيرات به كوي.مااو
څانګې خوڅوواري حلوا درپسي خيرات كړه .دغه موپه وس پوره وه ،كني ستا لپاره خوموبايد چي
قرباني كړې واي).
ته عجيبه خبري كوې سپوږمۍ خاله!ترحلوا نو ښه شى شته؟ فقظ چي زه موپه ياد وم دغه راته
كفايت كوي .دومره ټكر هم نه و خير بالوه بركت يي نه و ،په خير راته تمامه شوه نورخيردى .
زما داخبروڅانګې ته چنداني خوند ورنكړ ،خپل سكوت يي مات كړ راته يي وويل:
(تاته به داپيښه كوچني معلوميږي خوپرمونږدي مرګ تير كړ.په هغه شپه چي درباندي خبره شوم ته
باوروكړه چي ټوله شپه مي روڼه تيره كړه او ستالپاره مي نفلي لمونځونه كول اهلل جل جالله ته مي
ډيري زاري كولي چي يوارخويي ژوندى راباندي روغ جوړ ووينې.اوس خومي وليدلې چي روغ
جوړ يي .ستا كه دياده وتلي يو زمونږ خونه يي هيرشوى.هميشه دي غم راسره وي .نارينه خوبي
وفا وي).
ماته چي څانګې داخبري وكړې لكه په زړه كي چي چاړه راوهي اودومره خوند يي هم راكاوه چي
تفصيل يي نه شم ليكالي.زه يي په دې پوه كړم چي په ما يي ډيره خوا بديږي اوتوله پړه يي
پرماواچوله.زماپخواني يادونه يي بيرته له سره راتازه كړل.خپله ميرمن يي راڅخه هيره كړه
اوبياددې په چورتوكي ډوب شوم.په خپلوچورتونو كي غرق وم چي جميل كاكاراته ويل:
(فريده زويه !ته خوپوښتنه هم نه كوي چي د څه لپاره مي راغوښتي يي؟اوڅه كارموراسره وو ؟)
29
(c) ketabton.com: The Digital Library
_خبره خوداسي ده چي داڅوورځي كيږي څانګې ته مركه راځي ،ته پوهيږي چي څانګه خواوس
پيغله ده اوددې وخت يي دى چي وريي كړو.مونږخوپه خپل مابين كي مشوره وكړه اوستاتر
مشورې پوري معطل و.غوښتل موچي تاهم په دې كاركي راګډ كړو.ډيره ښه كورنۍ ده اوهلک هم
ښه تعليم ياوفته اوباسواده دى.زمااودسپوږمۍ خاله دى خوښ دى مګرله څانګې سره موخبري
وكړې خودهغې نه دى خوښ.ته مواوس ددې لپاره راغوښتي يي ترڅوله څانګې سره په دې مورد
كي خبري وكړې اودې مركي ته يي راضي كړې.زمونږخبره نه مني خوستادابه انشاءاهلل ومني چي ته
هم لږ دهغه هلک په اړه څه سپارښتنه ورته وكړې ).
كله چي راته جميل اكا داخبري كولى څانگه هغه وخت له ځايه والړه شوه،نو مي جميل كاكاته
وويل:
داخوډيراسانه اوښه كاردى ،چي دڅانګې ژوندبرابروي.زه به سل ځلي ورته ووايم .همدااوس به
ورشم اوورته وبه وايم.
زه هم راوالړ شوم او داخبروراته دومره زورراكړ چي دامي له ځانه سره ويل چي كاشكي خو مي
داورځ نه واي ليدلي.خپل ځان ته مي بيا خوابده شوه چي كاشكي خومي واده نه واي كړى اوس به
ماورته ويلي واي چي زه ورسره واده كوم.بيامي ځان ته پام چي زه ولي داسي كوم او ولي دغسي
يم.شكرده اهلل جل جالله راته داسي ښځه راكړې لكه ماليكه،نو بيا ولي دڅانګې په فكركي
. شم،خوپه دغه چورتوكي دڅانگې ترخونې پوري ورسيدم اوله هغې سره كښينستم
څانګې له خپلووروڼوسره ناسته وه اوله هغوي سره په خبرواخته وه.خبري مي ورسره شروع كړې.
30
(c) ketabton.com: The Digital Library
( ښه شوچي راغلې ،څومره ضرورمي په كاروې .داڅوورځي كيږي چي يوڅوک ډيري مركي كوي
او پالرمي هم دهغه هلک اوكورنۍ په اړه هرڅه راته وويل،دده خوښه ده مګرماالتراوسه ورسره نه
ده خوښه كړې داځكه چي زه ترتامعطله وم اوداموضوع مي ترتاساتلې وه .ماخودوي ته څه نشو
ويالي ځني شرميدم ،خوتاته هرڅه وايم).
(_خبره خوداده چي ماپه هغه هلک پسي پوښتني كړي،زماهمزولي هغه هلک ښه پيژني.هغه يوبي
الره ،چرسي اولوچک دى .مامي موراوپالرته نشو ويالي چي په دي هلک كي دغه خويونه
اوعدتونه شته .اوس به اول خداي جل جالله بيابه ته راسره همكاري كوې ترڅوزماپالراو مورته له
خپله طرفه دهغه هلک ټول بدخويونه ورپه ګوته كړي ترڅوله دې كاره تيرشي داځكه كه يي زه هغه
ته وركړم نوته خوښه پوهيږي چي ټول ژوندبه مي په اورتيرشي).
ماچي ددې مظلوميت ،معصوميت اوعاجزي ته وكتل زړه مي باندي وسوځيده چي ماخودمركي
ځواب څه چي خپل سرهم ترقربان كړى و ،په يوعجيب احساس كي واقع وم ورته ومي ويل:
ته بيغمه اوسه چي زه درسره يم دهيچاپروا مه كوه.داخويوعادي كاردى ،ستا په خاطر به داخپل
شيرين ځان اورته واچوم .زه دي موراوپالرته هرڅه وايم اوهغه به هم له دې كاره تيرشي.چي دومره
خراب خويونه په هغه هلک كي موجود وي بيا خوستا موراوپالربه ولي په لوي الس ستاژوندپه
اور پوري كوي،ته خوپرهغوبارنه يي؟ ته دهغوواوالديي اوترهرچاپرتاددوي زړه سوځي اوپرته له
دوي څخه بل هيڅوک درباندي نه قربانيږي .كيداي شي چي دوي دهغه له خويونوڅخه خبرنه
وي.نوربه په هيڅ صورت داكار سره ونه رسيږي .
31
(c) ketabton.com: The Digital Library
(ستا قربان شم ،كاشكي ټول خلک ستاغوندي واي،زه خوستاله عملونه څخه خبره يم،په تاكي
داسي هيڅ يوبدعمل نشته چي څوک دي ورته ګوته ونيسي).
(_زه چي كله اهلل جل جالله پاک ته دعا كوم نوداسي دعاكوم چي يااهلل جل جالله ماته يوداسي
دژوندملګرى راپيداكړې لكه فريد چى دى .ستاخويونه اوعادتونه زماټول خوښ دي).
زه يي په دي خبرودومره متاثره كړم ،نژدي وچي ورته ووايم چي دومره مينه راسره لرې
بيانوزماسره واده وكړه،هرڅومره كوښښ چي مي وكړخوبيامي هم جرئت پيدانه كړ،په دې خاطر
چي دوي په ما دومره اعتبارلري اوچي زه ورسره داسي وكړم بياخوبه هم اعتبارله منځه تللى وي
اوهم گاونډيتوب .دوي پرما دزوي خيال كوي اوترهرچاله مخه زماسره مشوره كوي ،بيا نو زه ولي
ورسره داسي وكړم اوولي ددوي زړونه په دې كار په كولوسره ورمات كړم ،چي بيا دوي داسي
ووايي چي ده دڅانګې له خاطره زمونږسره داښه كول.ده خوپه اصل كي دامقصد درلود .زرچورتونه
مي په ذهن كي كښته پورته كيدل دامتل راياد شو چي وايي (يوخواته پاڼ اوبلي خواته پړانګ) زه
هم په دوو كي حيران پاته وم چي له يوې خوا له څانګې سره مينه لرم اوله بلي خوا مي نه غوښتل چي
دڅانګې اوهم دهغې دموراوپالراعتبارورمات كړم نومي څانګې ته وويل:
زما تعريف مه كوه ،زماله كړو څخه كه خبره شوې نوپه ټول عمربه بيا پرچااعتبار ونه كړې اود
اعتبار له لفظه به دي بد راځى .دابيازماومنه هيڅ وخت دچا په ظاهرحالت مه خطاوزه .زه كه تاته
په ظاهره ښه ښكارم خوپه باطن كي هغسي نه يم .په مكرجن ډول مي ورته وويل چي زه دي په
رښتيا ډيرخفه كړم.
(_پام كوه چي زماڅخه خفه نه شي،زه هم ستا دخفه كيدو طاقت نلرم).
32
(c) ketabton.com: The Digital Library
_ماخودرته يوازي همداويل چي تاله خپله ځانه خبره كړم چي څنګه ته فكركوي هغسي نه يم
،خوچي ته په ماباورلري بيا به په راتلونكي كي دخپل ځان په اړه څه نه وايم.زه به اوس ورشم
ستاموراوپالرته به ووايم چي ستامركي ته ځواب وركړي .
(_چيري ځي چي دومره دي تلوار دى،ولي زمونږكره نه راځې؟ دغسي مه كوه مونږيوازي مه
پريږده،زه پوهيږم چي تاله واده سره ډيربدلون كړى دى.بيخي دي له ياده ايستلي يو .اوف! وي
وبخښه چي دورينداري پوښتنه مي درڅخه ونه كړه .څنګه ده درسره خوشحاله ده كه يا ؟)
_په خوشحالۍ يي نوزه څه پوهيږم ،ته پوښتنه ورباندي نه كوې .زه كه نه راځم خوتاسي هم
زمونږكورته نه راځي .اوبل زه دومره مصروف يم چي دسرګرولو ته النه خالصيږم،كارونه راباندي
ډيردي اوزه ورته يوازي.ګيله دي پرځاي ده چي ستاپوښتنه مي نه ده كړې ،بيا به په راتلونكي كي
داسي تكرارنه شي .
(_وبه دي وينم چي څه كوې،ورشه نوروخت دي نه نيسم ،ته هم كارونه لري اوزه خولكه ليونۍ چي
ستا مجلس راورسيږي نوبيانه په مړيږم).
_مسخري مه راسره كوه ،زه تراوسه مورپه نازنه يم مچ كړى اوته وايي چي ستاپه مجلس نه
مړيږم.داخبره مي تنها ستا څه واوريده .
(_اه ورشه نو چي زما په خبرو باورنه كوي هغه نوستاكار دي ).زه يي هم له خونې څخه راووتم او
راغلم جميل كاكاته،هغوي ته مي وويل:
دڅانګې دامركه په دې خاطرنه وه خوښه چي هغه هلک په رښتياچي ډير بې الرې دى او ماته هم
څانګې هغه راوښودى،زمايي نوم الهيرشوى وؤ .هغه هلک دڅانګې نه دى وړ.كه زماخبري نه
مني نو دهغوي له گاونډيانوڅخه پوښتنه وكړئ؟ هغه هلک ټول پيژنى چي بې الري دى .تاسي يي
يوار پوښتنه وكړئ بيا به زما حقيقت هم درته څركند شي.داحقييت ده كه په يو چاكي ددنيا ټول
ښه صفتونه موجودوي اوهغه عملي وي نو ټول ښه يي په بدو كي حسابيږي اودټولو نفرت ځني
كيږي.
33
(c) ketabton.com: The Digital Library
سپوږمۍ خاله ته چي مي داوويل نويوه ناره يي وكړه چي وي!!!! ښه شوچي وركړې مو نه ده،بيا
به موڅه كول.له خدايه جل جالله څخه يي شكروايستي چي خپله لوريي په لوي الس اورته نه ده
اچولې .جميل كاكا هم راڅخه خوشحاله شو،ډيري دعاګاني يي راته وكړې.سپوږمۍ خاله ته يي
وويل:
(وګوره په مشوره كي څومره خيراوبركت وي .كه موله فريده سره مشوره نه واي كړي ،نوبه
موڅانګه هغه چرسي ته وركړې واي .بيا كه ددوي دكور څوک راغلل نو همداسي به ورته ووايم چي
ستاسوسره دوستي نه كوو .څومره دخداي جل جالله فضل راباندي وشو ،بايد چي خيرات وكړو) .
(_دومره دخداي جل جالله فضل په مونږوشو چي بيخي يي حدنشته.مابه بيا څه كول كه څانګه په
هغه كوركي خوشحاله نه واي؟)
ماورته وويل:
جميل كاكا ته بايد خيرات وكړې،زه درڅخه زيات په دې خوشحاله شوم چي له ما سره موداخبره
شريكه كړه .په واقعيت چي څانګه پرما له خپل ځانه هم ډيره ګرانه ده،بايد يوداسي ځاي وركړل شي
چي دا هلته خوشحاله اوهميشه ستاسو دعاګويه وي .كه څانګه خوشحاله وه نو تاسي به هم
خوشحاله ياست اوكه څانګه خفه وه بيا به تاسي ورسره خفه ياست.
زه نونور درڅخه ځم ماته رخصت راكړئ ،تاسي حتماً په هغه هلک پسي پوښتنه وكړئ؟
(_ستا خبري خومونږ منو.كه په هغه هلک كي ښه صفتونه هم وي مونږ ورسره دوستي نه كوو ځكه
ته موهم زوي يي او ته به چيري داسي كاركوې چي هغه زمونږ په ګټه نه بلكي په زيان وي ورځه اهلل
جل جالله دي په دنيااواخرت كي بريالى اوخوشحاله لره.مونږ دي ډير خوشحاله كړو تادي هغه
لوي خداي جل جالله خوشحاله كړي ).
34
(c) ketabton.com: The Digital Library
كورته راغلم،ټول چورت مي له څانګې سره وو،دومره پريشانه اوسرګردانه وم چي خپل ځان ته به
حيران پاته وم ،چي ماخو اوس واده كړى،نوڅه وكړم چي له څانګې سره مينه لرم .اوس خوداسي هم
نه كيږي چي له څانګې سره به هم واده كوم .قسمت مي له ميني سره و او واده مي هم له ميني سره
وشو ،خيرده كه څانګه واده شي اويابل چاته وركړل شي نوزه په دې كي څه كوالي شم اوولي بايد
څه وكړم .خوهيڅ مي په توان كي نه وو چي زه دي څانګه هيره كړاي شم،له سره مي بيا ورسره مينه
پيداشوه اودومره بي طاقته شوم چي نږدي وليونى شم .په خپلو چورتونو كي ډوب وم چي مينې
پوښتنه راڅخه وكړه (فريده !ولي دومره پريشانه يي؟څه شوي دي چي زما دزړه سر يي دومره په
تشويش كړى دى؟زه دي ستاهري بال ته ودريږم .زيات چورتونه مه وهه ځكه په چورت وهلو سره
عصاب كمزوره كيږي ورسره روحي تكليف ځني پيداكيږي،څه خبره ده ما هم ځني خبره كړه چي زه
هم درسره په غم كي ځان شريک كړم اوپه دواړو سره ورته يوه دحل الره پيداكړو ).زه لكه ځنګلي
ځناور چي څوک وويني اودى دي ځني وزغلي اويا هم ورباندي حمله وكړي .ميني ته په غصه شوم
اوزياتي خبري چي دنه كيدلو وې ورته وكړې،چي ته به په ماهيڅ كارنه لرې.زه چي په هر حالت كي
يم ته به كارنه راباندي لرې.نن خو دي زما په كارونوكي مداخله وكړه خوله دې ورسته خبر دركوم
چي بيا داسي عمل تكرار نه كړې.پوهه شوې كه دي پوهه كړم؟ مينې چي زه په داسي حالت چي
هيڅكله يي مخكي نه وم ليدلې راته حيرانه پاته شوه خودهغه سربيره يي هم څه نه دي راته ويلي
خوله ځان سره يي سوكه سوكه ژړل اوماهم پسي سر ونه گرزاوه .ساعت څخه به ال ډير وخت نه و
تيرشوي چي بيارانژدې شوه او زماخفګان يي نور نه شوزغمالي،داوښكوډكي سترګې يي
زماوسترګوته برابري كړې اوراته وويل:
(_فريده! زه ستا دخفګان كولو توان نه لرم اونه مي ستا غم اوخفګان خوښيږي .په هر څه
صبروكړه اوماهم په غم در شريكه كړه .ستاهره بالدي پر ماشي ستا بال واخلم كاشكي خوداسي
غم په ماراغلى واى ته به ځني خالص واي) .دمينې په خبرواواوښكومي ډيرزړه وسوځيدى ورته
ومي وويل:
35
(c) ketabton.com: The Digital Library
مينې! زه نن يوڅه خفه يم،ديوڅوشيبولپاره مي يوازي پريږده چي غلي اوسم .ته ولي ناحقه
مااوخپل ځان زهيروې .درته ومي ويل چي ماپريږده،پريږده،پريږده،پري مي ږده.
خومينې دخواشينۍ سربيره هم په خپل حال پسي پري نه ښودم په غيږ كي يي ټينګ كړم اوراته يي
وويل:
(ماكه مړه هم كړې ،زه دي دغسي خواشينى نه پريږدم .نه غواړم چي همداسي واوسي.ته چي خفه
شي نوماته ټوله دنيا خفه ښكاري اورڼا ورځ راباندي توره شپه وي.زه دي نه پريږدم چي ستاخفګان
نورهم پسي دوام وكړي).
زماخواشينــتيا نوره هم پسي زياته شوه اومينې غريبه مي څومره زور چي درلود په هغومره زور
سره مي له ځانه پوري وهل اودخونې پاي ته مي ورسول،خودې بيا هم زه پسي نه پريښودم په
پښوكي مي ولويده پښې يي رامچ كړې اوبيايي په ژړه غونى انداز سره راته وويل:
(قربان دي شم فريده !دغسي مه كوه .ته كه مي مړه هم كړې زه دي نه پريږدم .زه ستا دحفګان توان نه
لرم.ولي له ځان سره ظلم كوې .مادرسره په غم شريكه كړه ته په ماڅومره ګران يي ،كاشكي چي زما
دګرانښت اندازه تاته معلوميداي .زه دي پښو ته خيرات شم .زه دي تاته دوداوسپيلنۍ شم .په وارو
وارو يي پښې رامچولي ،خوزماقهر ورته دوه برابره شو اوسترګي مي ورته سرې شوې ،زړه مي پر
ونه سوزيدى اوله اندازې زيات ورته په غوصه شوم په خپلو پښو مي ووهل او له ديوال سره يي
سر ولګيدى اودلګيدوسره پسي ضعف اوبي حسه شوه.خوزه دومره اندازې ته خواشنى
اوخوابدى وم چي په هغه حالت كي مي ورسره هيڅ خواخوږي ونه ښوده اونه مي سرپسي گرزولى
دى.
خپلو چورتونو ته مي مال وتړله .دومره چورتونه مي ووهل ترڅو په سرمي داسي درد شو لكه
يوچاچي په لرگى باندي وهلى وم اوپه هغه درد كي پسي بيده شوى وم.
36
(c) ketabton.com: The Digital Library
درې ورځي اودرې شپې له مينې سره خوابدي وم،هيڅ خبري مي نشواي ورسره كوالي اونه مي زړه
غوښتل چي ورسره خوشحاله شم .په داڅلورمه شپه مينې راته ويل:
(اي فريده !زه نوردخفګان زغملو توان نه لرم ،ماهمدا اوس مړه كړه چي له ژونده بيغمه شم.مادرته
خپل خون بخښلى دى هيڅوک به زما له كورنۍ څخه تاته زيان ونه رسوي.داځكه درته وايم چي نن
مي مورراغلې وه اوهغې ته مي وويل چي كه زه مړه شوم نوتاسي پوه شي چي ماخپل ځان په خپله
مړكړى دى اوهيڅوک زما په تورمه نيسي .ماته چي مينې داخبري وكړې دومره زړه مي ورباندي
خوږشو چي حد يي نه كيږي .ځان راته دټولي دنياظالم اوبي انصافه ښكاره شو چي زه له مينې سره
څه كوم اودا راسره څه كوي .زه هم ونه توانيدم چي خفګان ته نوره ادامه وركړم ،په غيږ كي مې
غريبه ټينگه ونيول اودومره مي ورسره وژړل چي مانو په خپل ژوند كي هومره نه وو ژړلي اونه مي
هم په ياد وو چي مادي په ډيروخت ژړلي وي .په ژړاكي مي معذورت اوبخښنه ځني وغوښته اوډيره
پښيماني مي وښوده او ورته مي ټنيګه وعده وركړه چي داكاربه بياهيڅ كله نه تكراريږي.
بيرته سره خوشحاله شووخودموضوع څخه مي خبره نه كړه .په داسبامي مينې ته وويل چي ځوبه
ددې دمور كورته ترڅو هغه هم په كومه خبره چي مينې ورته كړې وه له هغې خبري خبره اوله
تشويشه څخه خالصه كړو .هلته زه اومينه دواړه والړلو ،د مينې له مورسره موزيات مجلس وكړ
،كه څه هم چي دمينې مورپه دې ډيره ويريدله وه چي مينې ورته ويلي و كه زه مړه شوم نوزماپه
تورهيڅوک مه نيسي ،خوكله چي يي دمينې په څهره اوشونډوكي خنداخوره وليده زياته
خوشحاله اونوريي دهغې دمرګ دليل هم نه دي پوښتلې چي په كم دليل سره مينې غوښتل چي
ځان مړكي.هغه ورځ اوهغه شپه موورسره تيره كړه اوسباته بيرته دواړه راغلوخپل كورته .په
كوركي مينه بياراته ټينګه شوه اوزمادپريشانۍ علت يي راڅخه وپوښتى؟ماورته درواغ ويل
اوډول ډول بهانې مي ورته كولي ،خومينه ډيره ځيركه،هوښياره اوچاالكه وه پوهيده چي زه ورته
37
(c) ketabton.com: The Digital Library
درواغ وايم،اخرته يي قسم راكړ چي( ستادي د اهلل پاک په سپڅلى ذات سره قسم وي كه به رښتيا
نه راته وايي؟)
ماورته وويل:
داكيسه پردغه ځاي پريږده ،ځكه كه له دې كيسې څخه خبره شوې ډيره به پرې خوابدې اوپريشانه
شې.
_ته له دې موضوع تيره شه .زه به يوه بله كيسه درته وكړم ته راته غوږونيسه.
_ماقسم داهلل جل جالله په ذات سره دركړ،نوري كيسې نه اورم اوراته كوه يي هم مه .
_زه ددنيا له ښو قسمت لرونكو څخه يم بياولي ګيله كوم.له خدايه جل جالله زرځلي شكركوم چي
تاغوندي خاوند لرم اوته مي په نصيب شوى يي .بيا راته دا مه وايه چي له قسمته به ګيله منه شې.
_مه كوه مينې !راځه چي له دې كيسې تيرشو اودا ديو راز په شكل وساتو.
_ترڅوچي دي داپټه كيسه اوداپټ راز نه وي راته ويلي ترهغوبه كراره نه شم .
_ ستا له وجي څخه .ډيرراباندي ګران يي پرتامي يو اغزى هم نه لوريږي چي خوږدي كړي.
_داكيسه به مااوتا سره بيل كړي اوف اوف اوف اوف!!!!! خو.....
38
(c) ketabton.com: The Digital Library
ددې خبري په كيدوسره مينې حيرانه پاته شوه يوسوړ اسويلى يي وكيښ اوراته وويل:
داته څه وايي ؟بيا دغسي مه وايه ددې خبري په كيدوسره ژړه غونې شوه.
ماورته وويل:
ته مامجبوروې .داكيسه همداسي ده چي زمااوستاپه منځ كي به جالوالي راولي .زه نه غواړم چي
داكيسه درته وكړم اوته مي ورته مجبوروې.
_ خيرده اوس خوبه يي حتماً راته ووايي ،ځكه زه ستادخوشحالۍ لپاره هرڅه كولوته تياره يم
هغه كه زمااوستاجالوالي هم وي .
_چي نه مي پريږدې نوراته غوږشه .ټوله كيسه مي مينې ته ټكي په ټكي له ماشومتوبه نيولي
ترهغه وخته چي د څانګې له كوره راغلم خپل كورته .ماچي داخپله كيسه مينې ته كول ،ددې له
سترګوڅخه اوښكي څاڅكي څاڅكي لكه دكوټۍ له چت څخه چي دباران په وخت كي كله ناكله
اوبه راڅاڅي اوهره اوښكه يي په سپن مخ داسي يوپه بل پسي معلوميده لكه دسپنوملغلرو تارچي
وشكيږي.كيسه يي په ډيرغوراودقت سره واوريدله اودڅوشيبولپاره غلې پاته شوه .وروسته يي
خپل سكوت مات كړ راته وويل:
_له اندازې وتلې مينه چي بل يي هيڅوک له چاسره نه كوي اوهيڅ حديي نه وي.
_څه پروا لري .په اسالم كي خونارينه ته څلور ودونه روا دي ،تاخويوواده كړى.
_ داسالم له نامه قربان شم .دافكريوازي ستاسره شته ،له نورو سره نشته .څوک چي يو واده
ولري بيا دوهم واده ورته څوک نه وركوي ،ځكه وايي چي يوواده لري بل نوڅه كوي.يوازي بايد له
39
(c) ketabton.com: The Digital Library
هغې سره ژوندوكړي،داسي څوک نشته چي خپله نازولې لور په بن وركړي،ځكه دهغوي دانظروي
چي بن نو اورده څوک خپله لوراورته اچول غواړي .هووربه يي كړي داسي څوک چي هغه به
غريبان،مظلومان،بيچاره اوياكوم عيب لرونكي وي.
_ښه نوچي داسي ده زه ستاپه مقصدپوه شوم .دا راته ووايه زه هم درباندي ګرانه يم ؟
كله چي يي دطالق راته وويل ورته په غوصه شوم اوورته ومي ويل:
چپ شه ليونۍ!چي بيا دي له خولې څخه دطالق نوم ونه وزي _ .ليونۍ خويم.ته كه هرڅه راته
وايي هغسي يم .زه داهرڅه ستادخوشحالۍ لپاره كوم.
_مګرزه غواړم .زه غواړم چي ته خپل هدف ته ورسيږى اوله څانګې سره واده وكړې .دا زماله
ارمانونواواميدونوڅخه يواميداويو ارمان دي بايدرا پوره يي كړي .تاوعده هم راسره كړې ده.
40
(c) ketabton.com: The Digital Library
ــ ته دهغوي په اړه هيڅ غم مه كوه.زه په هغه كي درسره مرسته كوم ،ټولي الري زه در ښيم.
_داسي الري درته ښيم چي هيڅوک به داګمان ونه كړي چي تاماته پرځاي طالق نه دي راكړي بلكي
ټول به وايي چي دايي بيخي پرځاي كاروكړ.زه به داسي كارونه شروع كړم چي دهغه كارونه په
كولوسره هغه كه زمادوستان اوخپلوان دي اوكه ستا دهغوو ټولوبه زماڅخه بدراځي اوزه به
دټولوپه نظر بده يم .وايي به چي دايي ډيرښه كاروكړچي طالقه يي كړه.
_كه خوشحاله نه وم بيا مي درته نه ويل نه مي درته دا الري ښودې.زماڅخه بيغمه اوسه په دې
كاركولو زياته خوشحاليږم .زه يي په دې كار راضي كړم ترڅو ورته طالق وركړم اوله څانګې سره
واده وكړم .پرجميل كاكا اوسپوږمۍ خاله خوزيات ګران يم بيخي دزوى په سترګوراته ګوري .اوپه
څانګې هم .زماخوي اوكرداريي ډيرخوښ دي .په دې كارسره به خپل مقصدته ورسيږم.
41
(c) ketabton.com: The Digital Library
په لومړي قدم كي مينې دكورټول مسوليتونه چي ورله غاړې وله ټولوته يي شاه وروګرزول اوهغه
يي زمامورته ورله غاړې كړل .په دوهم قدم يي په كور كي له ټولو سره جنګونه اوجنجالونه شروع
كړل ،كه مي مور وه كه مي خور وه اوكه مي وروڼه ول،يويي هم نه دي پرايښي او له ټولو سره به يي
په ناحقه جنګونه اوجنجالونه كول .په دريم قدم كي يي زما خدمت ته شاه را واړول ،زه به يي خوني
ته نه پريښودم اوبيخي به يي زما پروا نه درلوده.زه به چي كله له موراووروڼو سره ناست وم دهغوي
په مخ كي به يي سپک كړم اوهغوي ته به يي كم ښودلم اوورته ويل به يي چي په هغه ښه ورور يا
زوي چي تاسي يي لري؟ په څلورم قدم كي يي زماله خپلوانو سره بد چلندشروع كړاوهغوي ته به يي
بيځايه اودنه كيدوخبري كولې.كوم څوک به چي زمونږكورته دپوښتنې لپاره راتلل ،هغوي ته به يي
سپكي سپوري كولې اوهغوي به يي په راتګ پښيمانه كړل.زما موردې ته حيرانه پاته وه چي دا
مينې څنګه يوپه يو يي ځان ته دومره زيات بدلون وركړ؟څنګه يي بي شرمۍ ته مالوتړله؟
داخوډيره مهربانه او كاريګره نجلۍ وه ،په دې اوس څه وشول اوڅه ټكه ورباندي ولويدله؟ دا
نجلۍ نظر شوه كه څه بالووهله؟ داهغه كارونه وو چي زماموراوزماټولي كورنۍ ته ډيرستونزمن
تمام شول اوپه يوه مياشت كي ورڅخه ټول ناراضه شول اوهرڅه كوښښ چي مي كورنۍ ورباندي
وكړ خپل پخواني حالت ته يي نشواي راوستالي.نه په نصحيت الري ته راتله اونه هم په
ويلوپوهيده،لكه پرغوړلوښي چي سړې اوبه واچوې .همداسي زمادكورنۍ ټول كوښښونه
پرمينې هيڅ اثرنه كاوه اونه هم دې خپله اراده بدله كړه .ورځ تربلي يي كوم ګرانښت چي دې
زمونږپه كورنۍ كي پيدا كړي وه ،په دغه يوه مياشت كي يي پوره له السه وركړ.په ټوله كورنۍ
كي داسي څوک نه شوپاته چي له مينې څخه به يي ښه راتلله ټولوبده ايسول .ټولو ورڅخه كركه
اونفرت كاوه .مورمي زماحالت زماپه كوركي ليدى اوترهرچايي راباندي خوا بده وه.كم وخت به
چي چا په ماپسي يوه ناحقه خبره كړې وه نو موربه مي ډير ورباندي خفه كيده .دمور مي دمينې دا
چلند نور نشوزغمالي يوه ورځ يي خپلي خوني ته ور وغوښتم ،راته يي وويل:
42
(c) ketabton.com: The Digital Library
(زويه !زه خونه پوهيږم چي مينې ولي خپله رويه ته داسي بدلون وركړ؟ولي له مونږ سره داسي
كوي؟ چا خوبه څه نه وي ورته ويلي؟چي له مونږ سره دي داسي چلند وكړي؟ اخير داخوډيره
هوښياره اوكاريګره نجلۍ وه .هغه كارخويي په بالپسي ،نه دي كوي ،داجنګونه اوجنجالونه يي
څوک نه شي زغمالي .مونږخوخير ستا سره هم دغسي رويه كوي.تر څوبه دابدنامي زغمو.په ټول
كلي كي ددې په اړه خبري كيږي.ټول عالم اوجهان راباندي خاندي،دټولودپسخند
اوريشخندشولو،بايد يو څه وكړو) .
_نوري خوټولي الري راباندي بندي شوې پرته ديوې الري څخه.
_حتماًراته ووايه مورې !زه خوستا هره خبره منم اوستاهره خبره ماته ډيره ارزښتمنده وي.
( _زويه !كه زماخبره منې نومينې ته طالق وركړه .پرته له طالقه څخه بله يوه الره نه لرو .ترڅوبه
ورسره په تكليف يو زما خو چي څه زده وو هغه مي ټول ورباندي وكړل ،خوسمه نه شوه اونه يي
بدلون وكړ).
(_زمادغه فيصله ده چي نوريي له شره څخه ځان خالص كړوترڅودتل لپاره ځني بيغمه شو.كه نور
څه نه وي هغه يوه ګوله ډوډۍ خوبه په ارامه سره خورو.ته بيغمه اوسه دستي درته كوزده كوم.ښځه
خوپيداكيږي ،ددې خواوس دومره هواده چي بيخي څوک په نظرنه ورځي.دابه هم پوهه شي .اوس
به داوايي چي دوي ماته ضرورت لري اوهرڅه چي زه كوم څوک به څه نه راته وايي .بس ده
ډيرمراعت مو ددې وكړ).
43
(c) ketabton.com: The Digital Library
_زه ورته ووايم اوكه ته ورته وايي؟چي نور دي په مخه ښه شه (_ .ته ورته ووايي زويه! ته يي له
كوره وباسه.په دې كاركولو سره هيڅ شرم اوحيااوويره هم له چامه كوه اونه هم داكار دشرم او ويره
دى .مايي له مور سره هم خبري كړي دي ،دهغې هم همدازما رايه وه).
(_هوزويه! ټول باندي خوشحاله دي .ماخوستاپه خاطرتاته نه ويل ځكه ماداګمان كاوي چي ته به
ورسره مينه لري اوستابه زړه نه باندي كيږي،خوچي پوه شوم ستاسره هم بدچلند كوي).
(_بس نو همدا نن شپه ورته طالق وركړه اوخپل كورته يي واستوه ورته ووايه چي نورزما اوستاپه
منځ كي دخاونداوميرمنې هيڅ رشته نه ده پاته .ته پوه شه اوكاردي ).مورته مي وعده وركړه چي
داكاربه حتماً نن سرته رسوم اومينې ته به طالق وركوم.خپلي خوني ته راغلم اومينې ته مي
دمورټوله كيسه وكړه چي اوس نوپه خپل پالن كي كاميابه شولو.كله مي چي مينې ته
داوويل،سريي سره وګرځيدى اوپه ځمكه وغورځيده.اوبه مي ور باندي وپاشلي ترڅوبيرته
پرسدشوه.سترګي يي له اوښكوډكي وي په هغه ډكي سترګويي راته وويل:
اخيرخپل هدف ته ورسيدو.څوک راباندي پوهه هم نه شوو مادرته ويلي وو چي ستاپه خاطر هرڅه
كولوته تياره يم كه څه هغه زما اوستاجالوالي وي .كاشكي خوزه په اول كي خبره واي.زماستا
دهغه شپې خفګان ډيرارمان دى كاشكي خوزه هغه وخت خبره وم .ته پوهيږي له هغي ورځي
راهستي چي تاماته دڅانګې په اړه څه ويلي وؤ ،له هغې ورځي راهستي سهاراوماښام
ستاسوديوځاي كيدوپه ارمان سرتوره سر د اهلل (ج) دربارته ناسته يم .اهلل جل جالله دي
زماژوندتاسودواړو ته دركړي.ترڅوچي ژوندي ياست خوشحاله واوسئ .زه درته يوه بله الره ښيم
هغه داچي هرڅومره ژر چي كيږي له څانګې سره كوزده وكړه اوهغه وغواړه.وخت به نه په كي باسي
.يوه خبره ال درته بله كوم هغه داچي كله چي دي له څانګې سره واده وكړ اوهغه دي كورته راوستله
نو به مورته ووايي چي ماپه څه خاطرله مينې سره بد چلند كاوه .يوه خبره البله درته كوم ،خپل
44
(c) ketabton.com: The Digital Library
ستاله هري اوښكي څخه قربان شم ،زه دومره ظالمه شوم چي ستا اوښكي زماله وجي راتوي شوې
؟تاپه مااوښكي توي كړي؟ زه خودي هري اوښكي ته دود اوسپيلنۍ شم .ستاهره اوښكه
زماترټول ځان ال ډيره باارزښته ده،بيا نوولي داسي وكړم زمادزړګى سره په مامه ژاړه .په مامه
خفه كيږه....
لنډه داچي ټوله شپه مودواړو په اوښكوتويولواوژړلوباندي تيره كړه كله چي سهارشو نوراته
وويل:
45
(c) ketabton.com: The Digital Library
_څنګه وعده ؟
_دزړه سره! نور نوراته اجازه راكړه درڅخه رخصتيږم .ته به نه راسره ځي ؟
_زمادغه يوه جوړه كالي بس دي ،زماټول شيان ستااوستاتر څانګي قربان دي.
_اه!! وړم يي وړم يي .خونور هيڅ شي نه وړم ،ځكه نورشيان خوستادي اوراته ټينګيږي به الهم نه
.
46
(c) ketabton.com: The Digital Library
_صحي ده.درځه چي ځوخوبياهم درته وايم كه دي زړه نه وي زه له دې كاره تيريږم ؟هرڅه به بيرته له
سره جوړكړو.
_له دومره زياتوكوښښونوسربيره ال غواړي بيرته له دې كاره تيرشو.په څومره زحمت دې ځاي ته
ورسيدو.راځه چي ځونوربحث نه سره اوږدوؤ .زه هم ورسره روان شوم اوترخپله كوره مي
راورسول.طالق نامه مي مخكي الورته ليكلې وه اوهغه مي ورته په كوركي وركړه .
47
(c) ketabton.com: The Digital Library
دمينې طالق زه ډيرمتاثره اوبيخي ډيريي غمګين كړم .په لومړيوورځو كي دومره په تكليف شوم
چي غوښتل مي بيرته ورشم اوددې كورنۍ ته زما اوددې په منځ كي چي كوم راز و ،ټول ورځني
خبركړم ،خودامي هم ونشو كړاي .مورمي هم ډيره راباندي زهيره وه ،په دې چي زه به ډيرزهير وم
.واقعاً چي تر دريو اوونيو پوري دومره وځوريدم چي بيا مي دڅانګې مينه هيره شوه.دابه مي په
خيال كي ال نه راګرځيده چي مادي يو وخت له دې سره مينه كړې وي .بس نوقدرتي كارونه وه چي
زما سره كيدل،مورمي وروسته له څلورواوونيو څخه راته وويل:
(زويه !زه خونور ستا داځوريدل نشم زغمالي چي هره ورځ پرتاباندي تيريږي .زه ستادكوزدې
بندوبست كوم .نوربه داغم ته دپاي ټكي كښيږدو .داټول غمونه دهغي بې شرمې له السه دي،خداي
جل جالله دي داپه ټول ژوند نه ښادوي) .
ماورته وويل:
يامورې !دغسي مه وايه اومه هغې ته څه وايه؟مالمتي په ماكي ده،زه خپله دغه حالت ته ورسيدم
.هغې ته زما په خاطر څه مه وايه .
_څه به ال زه نه ورته وايم .په ټول كلي كي يي سترګي راټيټي كړې .په تاكي يي زړه خوړين كړ.ته يي
ال طرفداري كوې؟چي داسي ټوكرټوكر يي ووينم البه مي زړه په سوړ نه شي .
_اوف مورې! داسي راته مه وايه له دې څخه به مي هم نور حالت خراب شي .زه له هغي سره اوس
هم مينه لرم .كم تركمه خوزما له وجي څه مه ورته وايه اوس خو والړه اوخپله سزا يي هم وليده
،نورال څه په كوي په خواركۍ باندي.
_ته ورته خواركۍ الهم وايي؟خواركۍ دي له خوره ووزې.سمه ده چي ته ورباندي خفه كيږي بيابه
ستاپه وړاندي ورته څه نه وايم .چي تيرشول هغه هيرشول.رابه شم خپلي موضوع ته .زويه !
دعبدالغفار لورمي درته خوښه كړې،كه ستاخوښه وي نوهمدااوس به ورشم ستاپه مركه
48
(c) ketabton.com: The Digital Library
باندي.دستي يي راكوي.ځكه هغوي زمونږ دكور دژونده خبردي .ښه بي غرضه خلک دي،وړمو هم
سره وزي .
موري!كه غواړي چي كوزده راته وكړي نودسپوږمۍ خاله لورڅانگه راته وغواړه،دهغې پرته زه بل
هيڅوک نه كوم .دهغوي له كړه وړو څخه مونږټول خبريو اوښه درانه كورنۍ ده.څانګه به هم
ستاډيرعزت وكړي له وخته سره شناخته يو،يوبل ښه سره پيژنو.څانګه هم ښه كارنده ده دښو
اخالقو برخمنه ده اوس دي هم ښه خيال ساتي ،عزت دي كوي اوپه درنه سترګه درته گوري .له هغې
پرته به بله ښه نجلۍ په هيڅ ځاي كي پيدانه كړې.
_څانګه هم ښه نجلۍ ده.هغه مي هم درته خوښه ده.خوزويه! دادعبدالغفار لور ترڅانګې يو په سله
ښايسته اوكارنده ده ،ماليدلې ده اوترتا په دواړو ښه خبره يم .
_مورې !زه نور په ښه والي اوښايسته والي پسي نه گرځم .يوازي اويوازي څانګه غواړم،كه
رښتيادرته ووايم ،له هغې سره مينه هم لرم .
_ښه نو چي داسي ده بيا خوصحي ده .زه نه پوهيدم چي ته د هغې عاشق يي ؟ بيا خو هغه درغواړم
.هغه دي نوخوښه ده ؟
_خيرصبا به پروخت ورشم ،هم به ددوي پوښتنه وكړم هم به ورته داخبره ياده كړم نورنو بيغمه
كښينه .زه هم وروسته له څلورواوونيو څخه لږ څه خوشحاله شوم .ټول پام مي بياڅانگې ته ور
49
(c) ketabton.com: The Digital Library
واوښتى اودهغې ديوځاي كيدوپه تمه وم.مورمي په داصبا ددوي كورته ورغله.گوري چي ډله ډله
ښځي ځي اوراځي .داهم له يوې ډلي سره ملګرې شوه اودسپوږمۍ خاله سره كښيناسته .مورمي
چي سپوږمۍ خاله ته وكتل ،سترګي يي له ډيروژړلوڅخه تكي سرې شوې وې ،خوږغ يي ونه كړ
اوپه غم كي يي ځان ورسره شريک كړ .يوې ښځي ورته تسلي وركول ورته ويل يي چي داخوقدرتي
كارونه دي .ټول به مړه كيږو ،هرژوندى روح باعث كيدونكي دمرګ وي .دادې دخداي جل جالله
ارمان نه كوي شهيده شوه ،ټوله كورنۍ يي ځني خوشحاله وه.دټولوزړه يي ځان ته را وړي و.له
كوچنۍ سره كوچنۍ وه له لوي سره لويه وه.هرمسكين غريب به چي ورته ودريدى دخپلي خولې
ډوډۍ يي ورنيمي كول اووركول به يي.ټول صفتونه پكښي وو ،اهلل جل جالله دي ورته جنت
وركړي.دهيچا زړه يي نه دى ازار كړى هرڅوک ځني خوشحاله دي .ستاخور وه ،مونږته هم له خپلې
خورڅخه كمه نه وه .كه مو خپله خور مړه شوې وه البه مودغومره خوانه واي باندي بده شوې .مورمي
چي له دې ښځه څه داخبري واوريدې ،نوپوهه شوه چي دسپوږمۍ خاله خور مړه شوې،نو يي ورته
ډاډ وركړ،چي داخوټولي قدرتي پيښي دي ،هيڅوک بي له خداي جل جالله ژوندى نه پاته كيږي
څوک چي داسي يوښه نو م اوښه صفتونه له ځانه سره يوسي ،له هغې به بله بختوره نه وي .هغه دي
نه دي اوريدلي چي وايي :
(داسي مه مره چي ته ژاړې خلک خانه دي...داسي ومره چي ته خانه دي خلک ژاړي ).ستاخورخو
ډيره اليقه اوبختوره وه ،هيڅوک يي نه دي زورولي .
په ښه والي كي يي خبره نه وه ،كوچني كوچني اوالدونه يي پاته شول ،هغه به نواوس څوک پالي
اوهغه به څه كوي .دسپوږمۍ خاله په دې خبروسره مورمي اونوروښځوورته وويل:
روزي رسونكى ،ساتونكى اوبخښونكى يوازي او يوازي يو اهلل جل جالله دى .هغه يي پالي
اوروزي هم ورته رسوي .هرچاته چي څومره روزي مقرره شوې وي هغومره ورته رسيږي .ټوله خلک
50
(c) ketabton.com: The Digital Library
به ورباندي مهربانه كړي ،داسي به يي ساتي لكه خپل اوالدونه .يتيم ته خداي جل جالله څومره حق
وركړى دى ،هيڅوک يي حق ترپښو نه شي الندي كوالي.
لنډه داچي مورمي يوه مياشت دسپوږمۍ خاله كورته هره ورځ ورتلل او ددوي لپاره به يي
پيركي،روغاني اوكله كله به يي له ځانه سره ميوه هم وروړه .تر مازيګره به ورسره وه ،ترڅوفكر يي
يوپه بله شي.مور خومي زمادمركې لپاره ورغلي وه ،خودخداي جل جالله اوانسان اراده يوه نه
وي.مركه والړه ترڅلورومياشتو پوري وځنډيده.نه مي مور په دې وتوانيده چي ورته ووايه اونه هم
ما.څويوه ورځ مي داپه فكركي راوګرځيدل چي دجميل كاكا نيږدې ملګرى چي ده ورسره زياته
ناسته والړه درلوده ووينم اوهغه ته ټوله كسيه وكړم ،گوندي هغه داكارسره ورسوي همداتصميم
مي ونيوي اوورته راغلم ځان مي ورته معرفي كړ.خپله كيسه مي سرتر پايه ورته وكړه .هغه دجميل
كاكا ملګرى چي ولي محمدكاكا نوميدى راته ټينگه وعده راكړه چي زه ورته وايم اوداكارماته
ترهرچاډيراسانه دى.
ماورته داوويل.
زويه ! ماترتاډيركميسونه زاړه كړيدي .په دې اړه راته څه مه وايه .زه په تا اوستاپه مقصدپوه شوم
.ته نه غواړي چي خپل باور له السه وركړې.ستا نيت ډيرصفا دى څوک چي مين وي
نودهيچاپروانه كوي.نه دعزت پروا لري اونه دشرم .نه دښواو نه دبدو .ټول فكر يي له خپلي
معشوقې سره وي چي په هرترتيب وي بايدهغه ترالسه كړي.ته مي په دايوه ديد سره سر تر پايه
51
(c) ketabton.com: The Digital Library
وپيژندلى چي څنګه يو انسان يي .ورځه ماته دوې ورځي وخت راكړه بياوروسته له دووورځوڅخه
راشه .ماهم له ولي محمد كاكاڅخه رخصت واخيست اوخپل كورته راغلم .
52
(c) ketabton.com: The Digital Library
كورناست وم چي دمسجد په گويا( لوډ سپيكر ) كي مي داتر غوږ شول چي داشرف اكا لورپه
وفات رسيدلې ده،نن پريوولسو بجوخاوروته سپارل كيږي ،دوستان اوخپلوان دي خبر وي
.داجمله يي دري ځلي تكرار كړل .كله چي مي دا واوريدل يو سوړ اسويلى مي وكيښ .اوف مي وكړ
چي
خدايه جل جالله دا څه پيښ شول.داشرف اكالور خوزما ميرمن مينه ده ايامينه وفات شوه؟حيران
پاته وم چي څه وكړم .كورته خويي نه شم ورتلالي اوكمک ته خويي بيخي .ډيرددوي كورنۍ ته
خړمخى وم .ددوي دكورنۍ يوه كوچني ته مي السم نشوكتالي .بيخي مي پرځمكه تاب نه كيدى،
په خپله خونه كي به يوې اوبلي خواته تلم او راتلم.ډيره خوامي بده وه چي داټول زماله السه وشول.
كه مي طالق ورته نه واي وركړى نو نن به له داسي يو حالت سره نه وم مخامخ شوى.له ځانه مي كركه
وشوه اوپرځان مي لعنت ويل .ساعت ته مي وكتل ورو ورو ديوولسو بجوخواته وخت رسيدى،كله
چي يوولس بجې ال پوره شوي نه وې نو مي ځان په يو غټ پټو كي پټ كړ اودهديرې په لورمي
حركت وكړ .په هديره كي ډير خلک سره يوځاي كاركاوه اودمينې لپاره يي قبرجوړوي .زه ورته يو
گوښه ځاي كښينستم ،قبر راته معلوميدى قبرته مي كتل چي دفكر نړۍ يووړم هغه شپواوورځو ته
چي زما اودمينې واده وو.څه واده مو وو اوڅومره سره خوشحاله وؤ.دا په ماډيره ګرانه وه اوزه
پردې .مايي ګرانښت اوملګرتياتر ډيرې مودې ونه رسول او دامي په نيمه الر پريښوده.مګر يوه
داوه چي زما ګرانښت يي تر قبره پوري ورسوى.ماته يي ګرانښت مخكي هم څرګندوو اوس خونو
بيخي .پوه شوم چي زماجدايي نشو زغمالي.پوه شوم چي له ماپرته ورته ژوند بي مانا اوبي رنګه
و.پوه شوم چي زمامحبت يي تر توروخاورو پوري ورسوى .مګريو زه ظالم وم چي مايي دمينې
هيڅ قدر ونه كړ.مايي داحساساتو هيڅ قدر ونه كړ .مايي دپاته كيدواوورسره دښه ژوند كولو
ترڅو چي ژوندي يو هيڅ قدر ورنه كړ.مايي منزل ته تر رسيدو هيڅ قدر اوپروا ونه كړه ،په نيمه
الره مي پريښوده .په نيمه الره په توره شپه كي مي تنها پرسپيره دښته پرښوده.افسوس زماپرحال
.مايي ولي په ژوند قدر ونه كړ اوولي ستا له احساساتو سره مي لوبي وكړې .كاشكي خوداقبرنن
53
(c) ketabton.com: The Digital Library
ماته جوړشوى واي .ددې قبرخواصلي زه اليق وم ته نه وې.اي پرودګاره! په دنيا كي خويي هيڅ
ښادي ونه ليده ،ته يي په قبركي خوشحالي ورنصيب كړې .ددنيا دتوري شپې عوض يي په قبر كي
ورته وركړې .اي پروردګاره! ته يي وبخښې .ددې ټول زحمتونه چي په قبركي ورته وركول كيږي
هغه ماته په ژوندكي راكړې.اي پروردګاره جل جالله!تاخپله ويلي دي چي كومه ښځه مړه شي
اوخاونديي ځني خوشحاله وي هغه به جنتي وي ،ته ورته جنت وركړې .شاه اوخوامي وكتل ځان ته
ډيرپه قهروم ،ومي ليدل چي دمينې جنازه را روانه ده اودخداي جل جالله مخلوق په پسي دى ماهم
وروځغستل اوپه جنازه كي مي ځان ورگډ كړ .تريو څه ځايه مي ددې جنازه په خپلو گنهگارو اوږو
راواخيسته .جنازه مي پراوږوده چي دمينې مشر ورور غالم نبي وليدم را وي ځغستل زما څخه يي
جنازه واخيسته اوسوكه يي راته وويل:
كه له ځانه سره ښه كوې له دې ځايه ځان ورک كړه .بي شرمه بي وجدانه .كه دجنازي خبره نه واي اوس
به مي دلته دټولو په مخ كي ټوټه ټوټه كړى وې .په ژوند كي دي څه ورسره وكړل چي اوس يي په
مرګ كي ورسره كوي .ورځه په كمه چي راغلى يي په هغه بيرته والړ شه .دا ستا مرستي ته اړتيا نه
لري .بي ننګه بي غيرته ستا په شا ن مي تر اوسه څوک نه وو ليدلى .ستا همدردي ته هيڅ ضرورت
نشته .زه يي له هغه جنازې څخه پسي راواخيستم .تركوره مي ژړل چي غالم نبى خورښتيا راته
ويل.ترمابي ننګه بي غيرته بي وجدانه بي شرمه پردې دنيا بل هيڅوک نشته .
54
(c) ketabton.com: The Digital Library
دمينې په فاتحه كي مي هم ګډون ونه شوكړاي ځكه ويريدم اوشرميدم دمينې له وروڼو څخه چي
پريږدي خودي بې له هغه هم نه نوبياولي ځان ورباندي سپک كړم،دامي دځان لپاره خوښه كړه چي
دمينې قبرته ورشم .زړه مي ډيرډک اوددې په حق كي مي ډير ظلم كړى و.هلته چي ورغلم ګورم چي
دمينې مور او خورنازدانه هم هلته دمينې له قبره سره ناستې دي .له دوي سره زه هم كښيناستم .مور
يي راته وويل:
مينه خوتورو خاورودرڅخه يوړه .داالره يي خپله ځانته خوښه كړه .كه يي ستاسره سرټيټ كړې واي
نونن به دغوتوروخاوروته نه واي تللې .زويه !له كومي ورځي چي تاسي جالشوې ياست يوه ورځ
يي هم له دعانه يي هيركړى .دې به چي كله درته دعاوي كوله نو زه به ورته خواشنې شوم اوورته
ويل به مي چي اوس نودعاوي هيڅ مانانه لري .اول به دي ښه ورسره كول .خودې به راته ويل چي
مورې !داسي مه وايه هغه اوس هم په ما له ټولي دنيا ګران دى .داخوزما ناپوهي وه چي دهغه مينه
اواحساس مي درک نه كړل .مورې !ته پوهيږي چي زه په فريد څومره ګرانه يم .زه يي درته هيڅ مثال
نه شم دركوالي .خومابه دهغه سربيره هم نوره غوصه ورباندي وكړه چي دا خوال درباندي ګران و چي
په كورنۍ كي دى وشرماوه .ته پوهيږي چي طالق څومره په يوه كورنۍ باندي بده اغيزه كوي
،مونږدي هم وشرمولو .دې به ماته ويل :مورې !چي تيرشول هغه هير شول ،تير يادونه مه راته
يادوه .مابه هم داپريښوده چي ته پوهيږي اوكاردي ځكه دا ستا خپله رضا وه .زويه !ترهغه ساعته
چي ژوندۍ وه تاته يي ښيرانه ده كړې اونه يي په سپكه سره ستانوم اخيستي دى.
كله به چي په كوركي ددې سره چاجنګ وكړ نو ستانوم به خامخاياديدى نودابه په هغه ورځ دومره
خوشحاله وه چي اندازه يي نه كيده.
ماته چي كله دمينې موردا خبري وكړې نورهم پسي وزوريدم .دومره مايوسه شوم چي نور
نودمايوسۍ زورهم نه راباندي رسيده.
55
(c) ketabton.com: The Digital Library
څه مي كړي واي اوڅه مي كوالي شو وخت له وخته تيرو،هيڅ په الس نه راتلل .دمينې خورنازدانه
چي زما خوښينه (دميرمن خور) كيده راته وويل:
يوه ورځ مينې ډيري بدي ورځي كولې .دومره يي وژړل چي زماداګمان و چي نوربه يي زړه له ډيري
ژړا څخه تر خوله راولويږي،نوددې دتسلي په وجه چي لږيي زړه ارام شي ما تاته سپكي سپوري
وكړې چي كه تاورسره ظلم نه واي كړى نونن به مينې دغه حالت ته نه واي راغلې.داپه هغه حالت كي
راوالړه شوه اوزه يي داسي ووهلم چي ترهغه ورځي پوري يي زه نه وم وهلې.اه ښه شو راپه ياد شول
ستالپاره يي ماته يو ليک راكړى دى ،هغه به درته بيا دركړم .ماته چي يي كله دليک يادونه
وكړه،زړه كي مي سكون پيداشو اودليک ويلوته ډيرناكراره شوم.دستي مي نازوته وويل:
_يا راليږه يي مه .ته يي خپله زمونږكورته راوړه داسي نه وي چي هغه ليک بل چاته په الس
ورشي.سباماپښين نه بايدنن ماپښين يي راته راوړې.سمه ده زه بايدهغه ليک نن وګورم.
_سمه ده .مينې هم ورباندي ټينګاركاوه چي داليک به زه ترتاپوري رسوم.ته ماپښين كوريي چي
دريي وړم؟
ورته بي قراره او ناقراره شوم .ژرمي پوښتنه ځني وكړه .مورجانې !دڅه شي امانت؟ايا دمينې
امانت دى ؟
56
(c) ketabton.com: The Digital Library
زه حيران پاته شوم چي دا به څنګه امانت وي فكرمي وكړ چي سره زر راته ښيي ورته ومي وويل:
حيران شوم چي ماكله لور درلوده ما بيا داګمان وكړ چي په مينه پسي يي دمور عصاب خراب
شوي اوخپله حافظه يي له السه وركړې وې ماال خبره نه وه كړې
(كله چي دي ميني ته طالق وركړ .نو هغه وخت مينه حامله وه.ته يي له دې رازه نه خبرولې .داځكه دا
ددې خپله غوښتنه وه .مونږټولو ته يي همداويلي و چي ترڅوچي دا ماشوم نه وي پيداشوى تر هغو
به بل هيڅوک نه خبريږي ).دهغه ساعت له خوشحالۍ څخه چي زه يي هيڅ بيا ن نشم كوالي
.زماټول خفګان او ناكراري په هغه يوې خبري سره ورک شول اودامي يقيني خيال شو لكه مينه چي
بيرته له قبره راپورته شوې وي .په خوله كي بند بند كيدم ورته ومي وويل:
هياجاني شوم غوښتل مي چي دمينې پرقبرورپريوزم اوچي په وس مي كيږي هغومره ورته وژاړم
خوبيرته مي ځان قابوكړ.په هغه لحظه مي ټوله دنيا هيره كړه ،ټول غمونه راڅخه ورک شول.څه
زخمونه مي چي په زړه خوړلي وه ټول بيرته له سره جوړشول .دستي مي دخپلې لور دليدلوهيله
وكړه خوخواښې مي راته اجازه را نه كړه اوراته ويي ويل :
( ترڅوچي هغه غټه شوې نه وي هيڅ كله به يي ونه ويني.اوبل دمينې وروڼه ستاڅخه ډيرخفه دي
نوته ددې كوښښ هم مه كوه چي له هغې سره ووينې كله چي هغه يوڅه غټه شوه بيايي مونږخپله
تاسوته دركوو.داهم ددې (قبرته يي ګوته ونيول) غوښتنه ده اوزه داغوښتنه ورپوره كوم ).ماهم
57
(c) ketabton.com: The Digital Library
نور ټينګارورباندي ونه كړاويوازي مي دنازدانې څخه دليک غوښتنه وكړه ترڅوهرڅومره چي
ژركيږي بايدهغه ترماپښين پوري راورسوي .هغې هم وعده راكړه چي ماپښين ددوو بجوپه شاه
وخواكي به دمينې ليک درته رسوم.
58
(c) ketabton.com: The Digital Library
ماپښين دوي بجې اوپنځلس دقيقې وې چي دروازه وټكيده .ژر ور والړ شوم،دروازه مي خالصه
كړه.ګورم چي نازدانه ده اودمينې ليک يي په يوپالستكي خلته كي اچولى اوماته يي
راوسپاره.دستي راغلم خونې ته له خلتې مي راوايستې اوپه يوپاكټ كي يي اچولې وو،پاكټ مي
څيري كړ اودليک په ويلومي شروع وكړه.
(ګرانه اوهرترڅه راتير فريده جانه!روغ صحت اوسالمتي دي له پروردګاره جل جالله څخه غواړم
.ستاخوشحالۍ خوزمادژوند له مهمو هدفونو څخه وه.ماهيڅكله دځان سالمتي اوخوشحالي نده
غوښتي ،بلكي هميشه ستاپه فكراوغم كي يم .زمادي خداي جل جالله يو لمونځ هم نه قبلوي تر
هغوو څوچي مي تاته ستادسالمتي اوستادخوشحالي دعانه وي كي كړې .
خداي (ج) پاک ته هميشه زاري اوعجز كوم چي ته خودفريد ټول غمونه ،دردونه اوبالوي په
ماكړې.په ماكه هر حال وي خيرزه يي قبلوم اوهر عذاب اوغم ته تياره يم .كه چيري ستاقسمت زماپه
الس واي ،مابه ستا له قسمته هغه ټوله غمونه اوپريشاني كوم چي ستاپه ژوند كي راتلونكي وې
،هغه به مي ټولي ځني ايستلي اوپرځاي به مي دومره خوشحالۍ اونيكبختۍ ځاي پرځاي كړي
واي چي ددنيادهيڅ بل چانه واي .خوافسوس چي دانه شم كوالي .له كمي ورځي چي دي زه كورته
داخيري ځل لپاره راوستلم ،هر ماښام له ځانه سره دا تصور كوم چي ته خووالړې بيرته به راځې،
دواړي سترګي مي په دروازه كي وي ،ترهغوخومي اميدنه خيژي تر څومي چي مور اونازدانه
خورد بيده كيدولپاره نه وي ويلي .دوي راته ډير وايي چي ته ولي له ځانه سره داسي ظلم كوي
،هغه به هيڅ وخت ستاپه ژوند كي بيا رانه شي .څه دي ورسره وكړل چي بيرته به درپسي راځي
اوس خوهغه رشته كم چي مودرلوده دتل لپاره سره وشليده ،بيابه هيڅكله هم سره يوځاي نه شي
.ماته چي دوي داخبري وكړي نو زړه ډير زور راكوي چي دوي راته وايي تاله ده سره څه وكړل چي
بيرته به درپسي راځي هم ،ځكه دوي مي ستاله راتللوڅخه نااميده كوي اوزه نااميدي په هيڅ
ډول نه شم زغمالي .شايد دنااميدي له زوره به كله خبرشوى يي؟ ديرزور غواړي .كله چي پرځاي
ويده شم په ذهن كي مي ډيرچورتونه ،فكرونه اوانديښنې وي.بيخي خوب ددغه شيانوله السه نه
59
(c) ketabton.com: The Digital Library
راځي.دومره مي زوروي چي پرسرمي ځني درد شي.دسردرد هم راته پيدا شوى دى خود درد په اړه
يي چاته څه نه وايم چي يا خو راته ګولۍ راوړه اوياهم سر راكښيكاږي،بلكي داوايم چي اې خدايه
جل جالله! يوازى ته مي له حاله ښه خبريي چي څومره دردونه راباندي تيريږي،خوزه دځان په
فكركي نه يم اودادردونه دځان لپاره قبلوم خوزمادددردو عوض فريد ته وركړه.
يوه شپه ډيره پريشانه وم .مورمي وروڼواوخوندو مي راته ډيري سپكي سپوري وكړې ،خومابه
دهيچاپروا نه كوله اونه يي په كيسه كي وم ،كه څه هم چي دوي زما لپاره دهرڅه باوجود چي دوي
ته مي كړي وله زماپه ګټه راته ډيرنصيحت كاوه خومايي په خبرو غوږ ونه نيوه.
يوه شپه بله درته يادوم له ډيروفكرونوڅخه وروسته په ځاي كي ويده وم چي دخوب لړۍ راباندي
زوروكړاوله ځان سره يي يووړم .خوب مي ليدى چي ته په ماپسي زمونږ كورته راغلى يي ماته وايي
چي زه خوله خپل تصميمه واوښتم ،بيرته به والړ شوخپل كورته .زه درته وايم نو ته ولي له خپل
تصميم څخه واوښتې؟ ستاخوشحالي خوزما له لويولويوارزوګانو څخه وه.ته بايد خپل هدف ته په
هرډول چي وي ځان ورسوې .خوته يي نه راسره منې،راته وايي چي ماله ماليانوپوښتنه كړې ده
زمااوستاطالق نه دي صحي.داځكه چي په منځ كي موشرط وؤ .زمااوستاپه منځ كي چي كومه پټه
موضوع وه له هغې څخه زه ټول خبروم .لومړى مي مور خبروې بيامي وروڼواوخويندوته وايي،ټول
زمااوستاپه خوشحاله كيدو سره خوشحاله شي .
له كوره مي راولې خپل كورته .خوافسوس په كوركي دي مورراڅخه خفه وي ،راته وايي:
ته بيا راغلې؟ بيا غواړې چي نوم مي اسمانوته پورته كړې .داډيره موده خومي غوږونه درڅخه په
كراره وه .خداي جل جالله دي وركه كړه،په ښه نه شې پيښه .زه ورته وايم مورې!مااوس ډيربدلون
كړى دى .له دې وروسته به تاته هيڅ تكليف درونه رسوم .داسي به راڅه خوشحاله شې چي زړه ته
به دي ونه لويږي .څومره چي مي خپله مور راباندي ګرانه ده له هغې څه به لس واري ال زياته ته
راباندي ګرانه يي.
60
(c) ketabton.com: The Digital Library
خوموردي زماپه خبروباورنه كوي راڅه والړه شې خپلي خوني ته .زه هلته پسي ورشم اوورته وايم
چي مورې !ماته يوه موقع الراكړه،زه دخفګان زغملوطاقت نه لرم له ماسره دغسي مه كوه .موردي
راته خواشينې شي له خپلي خوني راووزي په ماپسي ،له ويښتانومي ونيسې اوزمااوستاتر خوني
مي راكشوي .زه په همداكشولوكي ورته دا وايم چي دخداي جل جالله په خاطردغسي مه راسره
كوه .خوموردي زمايوه خبره نه اوري په كشولو كشولو يي تر خوني راوستم كله چي يي ايله كړم
نودې غوښتل چي راڅخه والړه شې،زه يي په پښوكي وروغورځم له يوې پښې يي راټنگه كړم
اوپسي څكيږم،خوهغه هم كومه گټه ونه كړي ماپه خونه كي پريږدي اودا راڅخه والړه شي.
زه له ځانه سره ژاړم اوكريږي وهم چي خپله مورمي راباندي ږغ كړي چي مينې كښينه.زه مي دمور په
ږغ راكښينم .ته باوروكړه چي هغه مي په ژوند كي يوه خوږه خاطره وه كم چي ته مي په خوب كي
وليدې .
ډيروخت خوشحاله وم چي ګوندي ته همداسي په ماپسي راشي خو...؟زمابه دومره بخت چيري وي
،خوستاخوشحالۍ به چي را په زړه شوه بيرته به مي خپلي پريشانۍ ته ځواب ووايه چي
ستاخوشحالۍ زمااميداوحتٰى زما ژوند هم دى .ماته هغه اووه مياشتي چي له تاسره مي يوځاي
تيري كړې دټول عمرله ژونده څخه خوږې اونه هيردونكي وې.زماخط به ته په يوداسي وخت كي
ګورې چي زه به له دې دنيا څخه ډيره ليرې تللې يم .ته چي خفه نه شې اوداګمان ونه كړې چي
مادرسره مينه نه درلوده بلكي دايو واقعيت دي چي ماستاسره زياته مينه درلوده خوستاله
خوشحالۍ څخه زياته نه .ستاخوشحالۍ زماله ميني څخه زياته اضافه اوماته باارزښته
وه،نوځكه خپله مينه مي ستادخوشحالۍ لپاره قربان كړه.يوه خبره درته داكوم هغه داچي
زمااوستادمينې يوه نښانه پاته ده .زه چي كله حامله شوم نوتاته مي ځكه نه ويل چي كه چيري تاته
ووايم نوزه خوخيردماشوم له كبله به خپله مينه قربان كړې،ځكه اوالد ډيرشيرين وي اود اوالد
لپاره موراوپالرهرڅه كولوته تياروي ،ترڅواوالد يي سالمت اوخوشحاله وي .زه يوه كيسه
داوالد دګرانښت په هكله درته كوم .په يوه زمانه كي يوه ښځه كونډه شوه اويوزوي يي له خپل
خاونده ورته پاته شو.كوم وخت چي داكونډه شوه نو زوي يي ددريو كلونو و .موريي دزوي دښه
تربيه كولو لپاره دهيڅ تكليف څخه مخ ونه ګرزاوه .دده لپاره يي هر څه وكړل .دگاونډيانوكره يي
61
(c) ketabton.com: The Digital Library
مزدوري كوله ،كالي يي پريمينځل ،خټي يي وركولې ،وړۍ يي ورسره شيندلي ،خواوالد يي دې
ته پري نښود چي ورڅخه يوه شپه هم وږي ويده شي .همداسلسله روانه وه ترڅوچي دا زوي يي
دځوانۍ مرحلې ته ورسيد ،ځوان شو .زوي چي يي كله ځوان شو نويوه ورځ دكورخواته روان و،چي
يوشيطان ډوله سړي يي وليد له هغه سره ډير سره زر ،لعلونه اوياقوت وه.ده چي لعلونواوياقوتوته
وكتل ورته حريص شو اوپه فكرونوكي غرق شو .هغه شيطان ډوله سړي په پوه شوچي داچورتونه
زما دلعلونو لپاره وهي .نوورته ويي ويل:
كه غواړي چي ته هم زماپه رقم غني شي نوته راته خپل دمور زړه راوړه زه به درته دالعلونه دركړم
.هلک هم ورسره ومنل او ور روان شو په خپلي مورپسي .له ځان سره يي غټ خنجر را واخيستي
اومورته راغي مورغريبه يي په شهادت ورسوله،زړه يي ځني ويوست اوپسي را روان شو.په
خپلوالسونو كي يي دمور زړه نيولي و.په الره كي يي پښه له يومنډه سره ټكرشواوورغوځيدى .دى
يوي خواته ولويد اودمور زړه يي بلي خواته .دى چي كله راپورته شونو دمور زړه پسي ګرځيدى
دمور زړه يي پيداكړ،په خاورو ككړ شوي و.په هغه ككړ حالت كي دا دمور زړه يي زوي ته وويل:
_ زويه !خوږ شوى خوبه نه يي؟يعني وخوغورځيدې .دا ځوان چي كله دمورد زړه څخه دا الفاظ
اوري نوسريي خالص شي چي ماڅه وكړل .خپله مورمي په شهادت ورسول .هغه مهربانه مور چي
نورخوپريږده زما دغورځيدوسربيره هم دځان پروا يي ونه كړه اوزماڅخه يي زمادغورځيدو په اړه
وپوښتل.نوځان ته ډيرپه غصه شو .كم خنجرباندي چي يي مورشهيده كړي وه هغه يي له جيبه
راوايستى .خپل زړه ته يي مخامخ ونيوي .غوښتل يي چي داخنجر په خپل زړه كي وواهي
.خوداكار ونه شو ځكه دمورزړه ورباندي ږغ كړل چي پام دي وي زويه ! داكار ونه كړې .خوږخودي
كړم اوس غواړي چي سرى مي الهم كړې.دامي داوالد دګرانښت كيسه درته وكړه.يواوالد زه اوته
هم لرو ،خويوه خبره داده چي ته به هغه تريوه كاله ونه ويني وروسته له يوه كاله بيا ته پوهيږي
اواوالد دي .مامي خپلي مورته ډيري زاري وكړي چي زمالپاره په ژوندكي فقط همدايوكار وكړه
ترڅوزمااوستااوالدته ښه روزنه وركړې.كه څه هم چي روزنه اوپالنه خويي اهلل جل جالله كوي
خوسبب يي بيا مونږ اوتاسي يو.نجلۍ ده اوس ال ډيره مينه ناكه ده.نوم مي ورباندي فريده ايښي
دى.دانوم مي ورباندي ځكه كښيښود چي ستاله نامه سره مشابهت لري اوماته به داسي ښكاريده
62
(c) ketabton.com: The Digital Library
كوم وخت به مي چي ددې نوم واخيست لكه تاته به مي چي درږغ كوله.ډيره تاته شويده انشاءاهلل
ډيره به نيک بخته لكه ته چي يي دا به هم هغسي وي .خبري راڅخه ډيري زياتي شوې څه وكړم
كتابونه ،كتابونه مي په زړه كي دي .راځم خپلي اصلي موضوع ته .زړه راته ډيرزور راكوي چي
درڅخه ډيره ليري اوډيره ليري شوم ،خوستامحبوبيت مي هم په نظر كي نيولى دى .زه پردې
دنيادومره بختوره نه شوم چي تر څوسره ژوندي يو يوځاي اوخوشحاله واوسو.داخوخيرپه
هرصورت ،زه په هغه بله دنيا كي چي حقيقتي اوتل پاتي دنيا ده په هغه دنياكي به دي هيڅوک هم
راڅخه وانه خلي .په دې دنيا كي خودي مينه دبل چالپاره ده خو پام دي وي چي زه په هغه دنيا كي
ستا دعوه ګيره يوازي او يوازي زه يم .ته كه هرڅومره مينه له څانګې سره ولري خوزه به دااجازه
هلته در نه كړم ،ځكه زه خوهم حق لرم اوحق به مي هلته راپه ځاي كوې .زما په ګناه دي اهلل جل جالله
هيڅكله مه نيسه مادرته خپل حق بخښلى دى .ستاعذابونه دي پروردګار ټول ماته راكړي .تل مي
همدادعا وه هميشه مي دا ويلي دي .دځان دمريضي په اړه به هم درته ووايم داځكه چي كوم سوال
درته پيدانه شي .يوقسم مريضي راته پيداشوي وه چي كله به ستاپه فكرونو كي وركه شوم ،په زړه
به مي داسي يوشدت درد شوچي هيڅ مي نشو زغمالي ،دهغه درد سربيره به مي هم چاته څه نه ويل
.دادرد به په اوونۍ كي حتماًيوار دزړه دروازه راټكول .كله به چي درد زيات شو ،په ځان به نه
پوهيدم بي حسه شوې به وم كله به چي پرسد شوم نازو اوموربه مي سرته راته ناستې وې اوډيري
يخي اوبه به يي راباندي اچولي وې .دوي به پوښتنه راڅخه وكړه چي څه دروشول مابه ورته درواغ
ويل چي دخوب ګولۍ مي وخوړه هغه لكه چي تاثيرراباندي كړي دي .يوه ورځ ددې مرض
دمعلومولولپاره روغتون ته يوازي والړم.په روغتون كي ډاكټرانو دټول بدن دكتلومعاينات راته
وليكل .معاينات مي بشپړكړل په معايناتوكي ليكل شوي و چي ماته قلبي تكليفونه پيداشوي
دي .دزړه والونه مي وينه ښه نه شي پمپ كوالي او يو وال يي ډيره صدمه ليدلې ده بايد هغه وال
ليري شي اوپه ځاي يي ورته بل نوي وال ولويږي .همداسي راته عصبي او روحي تكليف هم
پيداشوي و.ډاكټرانو چي معاينات وليدل واقعاً چي ډيره خوايي رابانده بده اوهم ډيرراته
خواشني شول هغوي راته وويل:
63
(c) ketabton.com: The Digital Library
ته له ډيرسخت حالت سره مخامخ يي .ولي دي مخكي مونږته مراجعه نه كوله؟ څو واري درباندي
دزړه حملې راغلې دي اوته نه يي راغلې .حامله هم يي ،كه دځان پروا نه وي درسره داوالد په
خاطرخوبه راتلې؟ زماهم په دي خبروډيره خوابده شوه چي كاشكي مخكي ورته راغلې واي ،خوبيا
به مي بيرته له ځانه سره داويل چي ګوندي په اوالد مي څه ونه شي .لنډه داچي پرځان مي هرڅومره
ظلم كړي ډيرلږ دى خوپراوالد باندي مي ډيرزيات ظلم كړي .زماله حقه څخه خالصه ده اوزه
ورباندي هيڅ حق نه لرم ځكه ديوې ښه مورحق مي نه دي وركړى،نوزمابه څه حق وي .يوه اخيري
خبره به الدرته وكړم هغه داچي زه ستا دكوزدې په انتظاروم ،خوتراوسه راته چاڅه نه دي ويلي .زه
پوهيدم تراوسه دي كوزده نه ده شوې اوولي يي نه كوي؟داځكه درته وايم چي الس ترزنې مه
كښينه اومه هم له چاڅخه شرميږه .ستاشرم اوحياخوماته معلومه ده نوكه زما مني اوزماپه قول
باندي كوي ،هرڅومره چي ژروي داكار خپله سره ورسوه .دځان په خاطراوزماپه خاطر .كه په دې
كاركي غفلت وكړې نوپه زيان به دي تمامه شي .ترهركاردرته داكارډيرضرور دى.خپله مينه په الس
راوړه اوخپل مقصد ته ځان ورسوه .نورنوخپلي ليكنې ته خاتمه وركوم ،دخپلي مور اوكورنۍ دي
ډيرخيال وساته ځكه دوي زماله وجې ډيروزهيريدل په خداي جل جالله دي سپارم چي تيرشول هغه
هيرشول .اهلل جل جالله دي دټولي دنيا ټول سهولتونه اونعمتونه درباندي پيرزوكړي اوپه خپل
(((( رحمت كي دي غرق وګرځوي .هغه ځوک چي ستاپه ياداوستاپه نه شتون ژوندۍ ده
ستامينه))))
64
(c) ketabton.com: The Digital Library
دميني ليک ډيري شپې غمګين كړى وم .ددنيا له ټولو شيانومي زړه تورشو حتٰى دڅانګې څخه
مي هم ښه نه راتلل ،ځكه زما دغمګين كيدو اوبدبخت كيدويواځينۍ علت همداڅانګه وه كه مي
په ژوند كي نه واي راغلې نوهيڅكله به دا پيښه نه وه پيښه شوي .ځان ته مي ډيره خوابده شوه
داځكه چي ځان مي قاتل ګڼي اوقاتل هم شوم .مينه زماله خاطره مړه شوه اوهغه يوازي مامړه كړه
.كه مي دهغې ګرانښت اومينه درک كړې واي نوهيڅكله به دڅانګې ميني زور نه و راباندي كړى
.هرڅه چي مي السونه سره وټكول هيڅ هم په الس نه راتلل .اوبه چي تر ورخ واوړي بيا نه راګرځى .له
ځان سره مي داتصميم ونيوي چي بايد له جميل كاكا سره هرڅومره چي ژر وي خبري وكړم .مينه
خومي له السه وركړه ،خداي جل جالله مه كړه كه مي څانګه هم له السه وركړه نوژوندبه مي لكه
څنګه چي تباه ؤ نوربه هم پسي تباه شي.له كوره راووتلم غوښتل مي چي دسپوږمۍ خاله كورته
ورشم اوداخبره ورسره ياده كړم ،خودستي مي ارادې ته بدلون وركړ ،ځكه چي ولي محمد كاكامي
ذهن ته راغى چي كوم كارمي ورته سپارلى و بايددهغه په هكله خبري ورسره وكړم،دستي هغه ته
ورغلم .له هغه سره مي ستړي مشي وكړه اووروسته مي پوښتنه ځني وكړه.ولي محمد كاكاراته
وويل:
_ځوانه !افسوس چي تا ماته ډيرناوخته خبرراكړ.زه ستا په كار كي شاته پاته شوم .البته ته به هم
تر اوسه نه يي ورباندي خبرشوى چي هغه دجميل كاكا لوريي خپله دورور زوى ( وراره) ته وركړې
ده .ما ستا په اړه ورسره زيات مجلس وكړ اوستا پوره سپارښيتنه مي ورته وكړه خوجميل كاكا
راته ويل چي ته ماته ديوداسي كاروايي چي هغه شوى دى يعني ماخپله لورخپل وراره ته وركړې
ده .كه مي هغه ته نه واي وركړې نو دغه هلک كم چي ته يي راته يادوې هغه ماته ترټول جهان او
ترخپلې لورهم گران دى.هغه زماپه كوركي زمادكورټول واک لري.
ماچي كله دولي محمد كاكا څخه دا واوريدل ،زړه مي درد شروع اوله خولې مي غټه چغه
ووتل.داخبره مي نشواي زغمالي،ټول حواس مي له السه وركړل.دولي محمدكاكاپه اوږه مي
سركښيښودى نورپه ځان نه يم پوهيدلى .په روغتون كي وم چي پرسد شوم .ولي محمد كاكا
65
(c) ketabton.com: The Digital Library
اوخپله مورمي سرته ته والړول .حيران پاته شوم اوله مور څخه مي زما دبستر كيدود علت پوښتنه
وكړه چي زه ولي دلته په روغتون كي يم؟ مور مي راته وويل:
_زويه !پرون ډيره تيزه ګرمي وه ،ته لمر وهلى وې ولي محمد كاكاته يي ګوته ونيول كه دغه حاجي
صاحب نه واي خداي (ج) خبرترڅو به هلته يوازي پروت وې؟هغه له هغه ځايه راوستى وې
ترروغتون پوري،بيايي زه هم درباندي خبره كړم.كله چي مي ولي محمد كاكا ته وكتل نو هغه راته
سترګه ووهله اوخپله گوته يي په خپلوشوڼدانوونيول چي ږغ مه لره .وروسته پوه شوم اوراپه
يادشول چي ولي دغسي شوى وم .غوښتل مي هلته خپلې مورته ټوله كيسه وكړم خوبيرته مي خپلي
ارادې ته بدلون وركړ چي ولي مي مور راسره په دې خفګان كي شريكه كړم نوټول خفګان مي يوازي
پرخپل زړه تيراوه .له ولي محمدكاكاڅخه مي زياته بخښنه وغوښته چي زه يي تر روغتونه
رارسولى وم.دمور سره مي كورته راغلم .هغه راته ددباندي دزياتو وتلو ممانعت وكړ .ماهم ورسره
ومنله چي بيابه په ګرمۍ كي ډيردباندي نه وزم .خپلي خوني ته راغلم ،ډيرمي زړه ډک ؤ اوله خپل
قسمته څخه ډيرخفه شوم چي له څومره سختوحاالتوسره يي مخامخ كړم .خيرپه هرصورت ځان ته
مي دغومره خوانه وه بده خومينه مي زياته ارمان وه چي هغې زمادخوشحالۍ لپاره خپل ژوند ماته
صدقه كړ،مګر ماهم هغه له السه وركړه اوهم څانگه.
ددنيابدبخترين شخص مي خپل ځان وگڼى چي له هرڅه نه پاته شوم.هره لحظه به چي راته ياديده
،ډيربه زوريدم،بيخي مي له ژونده څخه كركه اونفرت كيده .غوښتل مي چي ځان وژنه وكړم تر
څوله دې ستړي ژونده څخه ځان خالص كړم .يوخوا دڅانګې وركول زورولم اوبل ځاي دمينې
معصومي مظلوميت اوانسانيت ،چي زمالپاره يي څومره تكليفونه پرځان قبول كړل ،ترڅوزه له
څانګې سره واده وكړم مګر ما اوهغي چي كوم پالن سره جوړكړي و ،دواړه پكښي ناكام
شوؤ..ډيره سخته ورځ وه چي هغه په ماتيره شوه .دځان وژني پالن مي پريښودي چي كه ځان وژنه
وكړم ،نوپه دنيا كي خووم محرومه په اخيرت كي به هم ناكام يم اوعمري ابد به په دوزخ كي يم
،ځكه چي دځان ساتل هم فرض دي ،كوم څوک چي خپل ځان په قصدسره ووژني نو هغه شخص
خداي جل جالله هيڅ وخت نه بخښي اونه هم درحمت په نظرورته ګوري .يوخومي دهمدې لپاره
چي ځان ساتل فرض و،ځان وژنه ونه كړه اوبل مي خپله لورفريده چي مورخويي له دنياڅخه
66
(c) ketabton.com: The Digital Library
سترګي پټي كړې اوچي پالريي هم نه وي نوبه داغريبه له دواړو (موراوپالر) له ميني څخه بي برخه
پاته شي ،داهم ددې علت شو چي له دې كاره څخه تير شوم ،كني نورخومي ژوندهسي لكه دسپين
سرو اوسپين ږيرو خوب په شان و،فقط دسرلګيده وه اوبس .دري څلور ورځي مي په همدې خپګان
كي تيري كړې ،نه راسره چاخواخوږي وكړه اونه ما څوک دځان په حالت خبرول .يوازي اويوازي مي
قلم اوكاغذ په حال خبروه اويوازي دوي وو چي زما خواخوږي يي كول .په اخيركي مي ځان ته پام
شو چي دازه څه كوم اوڅه ګټه راته لري؟
يوه شپه له كوره څخه راووتم اودڅانګې دكور په لور روان شوم ،كه څه هم زړه خومي نه كيدى چي
والړ شم خوبيا هم دهرڅه سربيره ورغلم ،چي وربه شم يوخوبه مباركي وركړم اوبل داچي په دې به
دوي نه خبروم چي زما نوپه څانګه دومره خوابده شوه اوخاص مي راشه درشه درسره دڅانګې په
خاطروه،هرڅه مي هيركړل اوورغلم .جميل كاكامي په راتلو ډيرخوشحاله شو ،ښه راغالست يي
راته وويل .سپوږمۍ خاله مي هم په راتګ خوشحاله شوه،خوڅانګه راڅخه پټه شوه اودپټيدو
علت يي هم همدا وه چي راڅخه وشرميده .نجوني نود واده تر وخته دومره شرميږي چي ددوي
نوداخيال وي لكه ټوله نړۍ چي دوي ته ګوري اودا ورته وايي چي تاخوهم كوزده وكړه اوټول ورته
دخاوند نوم اخلي اودادخپل خاوند دنوم په اوريدو سره شرميږي .ماجميل كاكااوسپوږمۍ خاله
ته دڅانګې مباركي وركړه .له ډيروخبروكولووروسته جميل كاكا راڅخه پوښتنه وكړه راته وويل:
(_فريده زويه !د ولي محمد كاكاپه نامه سره څوک پيژنې ؟) زه يي په مطلب پوه شوم چي هغه
خوورته ويلي دي نومي ځان ناګهانه كړاو ورته ومي ويل:
_ولي محمد كاكا څوک دى ؟يا زه خودولي محمد كاكاپه نوم څوک نه پيژنم ولي ؟
(_ښه نوزه به يي درته وښيم .هغه زماملګرى دى په بازار كي هوتل لري اوزه كله نا كله هلته ورسره
چاي څښم .زماډيرخيال ساتي اوواقعاً چي زه ډيرپه ګران يم .څوورځي مخكي يي ماته ستا په اړه
يوڅه وويل .زه حيران پاته وم چي دي نوتاڅه پيژني ،خووروسته مي فكر وكړ چي كيداي شي چي
تاسي هم سره پيژندګوى ولري).
67
(c) ketabton.com: The Digital Library
_ماته يي ويل چي دوستي ورسره وكړه .ستاډيرصفت يي راته وكړ.چي زه داهلک پيژنم .سپوږمۍ
خاله په خبروكي راګډه شوه ،راته ويي ويل:
(دده صفت نو څوک نه كوي .اهلل جل جالله دى سرلوړى لري .خپلوان يي دي اوكه دوستان يي دي
ټول ورباندي نازيږي ).زه ددې خبروپه اوريدو سره يوڅه ترتاثيرالندي راغلم اوورته ومي ويل:
(دصفت كولو وړ خوسل په سله كي يي .ماته ارمان په دې دريږي.كله چي مي څانګه وركول ولي مي
له تاسره مشوره ونه كړه اوبل مي ولي تاته پام نه شو..په دې كاركي زه ډيردرباندي مالمت يم.ځكه
ته خواوس بي كوزدې وې اوډيرزيات تكليفونه اوزحمتونه دي وليدل .زه دي دكورپه ټولو
مشكالتوخبر وم،خوبيا دهغه سربيره مي هم هيڅ درته پام نه شو.څانګه خوستاوړوه ).زه ددې
خبروپه اوريدو سره نورهم غمګين اوپريشانه شوم چي زه دومره ورباندي ګران وم اومايوه ورځ هم
ورته ونه ويل ،دزړه له درده مي ورته وويل:
خيرده جميل كاكا مونږاوتاسي خودپخواسره پيژنوښه وخت موسره راتيركړ.دادنصيب خبره ده
.تركمه ځايه چي زه پوهيږم هغه ستا وراره هم ښه هلک دى .دوي دي خداي جل جالله خوشحاله
لري .مونږاوتاسي خولكه ديوه كور داسي يو سره .ستاسودرد ،زمادرد دي اوزمادرد ستاسو درد
دى .زماواده كولو ته هيڅ زړه نه كيږي اونه مي په خيال كي و چي زه دي بياپه ژوند كي بل واده
وكړم.ځكه لومړى واده مي هغسي شو چي تاسوټول باندي خبرياست اوزمادغه ګمان و چي ټولي
ښځي به هغسي وي .سپوږمۍ خاله راته وويل:
(_زويه !هره ښځه نوهغسي نه وي .هغه بي شرمه وه چي ستاسره يي سرنه ټيټاوه.هسي بل واده كوه
ته خونه پوهيږي ،ستامورخوماته رامعلومه ده ،چي په تاڅومره زوريږي .كه زما دا مني هرڅومره
68
(c) ketabton.com: The Digital Library
چي ژر وي واده وكړه .ته چي په ځوانۍ كي داسي مايوسي اوناهيلي كوې نوپه راتلونكي ژوند كي
خوبه بيخي ليونى درڅخه جوړ وى.
_هوفريده زويه !دغسي خوده ښځه هم كورجوړوالي شي هم يي خرابولي.ټولو ته په يوه نظر مه
ګوره .ماته په دې ځاي ډيرارمان راځي چي كله ماته ولي محمد كاكاستا په اړه دغه ددوستي بيان
وكړ،زمادرته پام شو اوډير پښيمانه شوم چي ولي مي تاته پام نه وو .
دجميل كاكا اوسپوږمۍ خاله له خبرو څخه ډيرمتاثره شوم چي ماولي يوه ورځ له دوي سره
دڅانګې په اړه څه ونه ويل .زه خوپردوي ډيرګران وم،دادى دوي خپله په خوله راته وويل.وخت له
وخته تيرو،موضوع مي بلي خواته واړول اونوري كيسې مي ورسره شروع كړې.ترډيره وخته له
دوي سره ناست وم ،په اخيركي مي له دوي څخه اجازه واخيسته ترڅوخپله څانګې ته مباركى
وركړم .
دڅانګې خوني ته ورغلم ،زمانوداګمان وچي څانګه به راڅخه شرميږي اوبيخي به زمامباركي ته
ځواب هم ونه وايي،خو هغسي ونه شول كله چي زه څانگې وليدم له خپله ځايه راوالړه شوه
اومخامخ يي ماته راوځغستل .په غاړه كي يي السونه راواچول اودومره يي راته وژړل چي زه يي هم
ژړا ته مجبوره كړم اوماهم ورسره ژړل.
وخدايه جل جالله دهغې ورځي له خوند،درد،اوافسوسه څخه ،چي ماپه خپل ژوندكي دا دري
شيان يوځاي نه و سره ليدلي .خوند يي دا وه چي لومړي ځل و چي زماپه غاړه كي څانګې السونه
راواچوله اوزه يي په غيږ كي ټينګ كړى وم .دردپه دې كي و چي څانګې راته ژړل اوپه ژړاكي يي
راته ويل چي زه يي داسي يو هلک ته وركړم چي هغه ډيربي الري هلک دى .اوافسوس يي بيادغه
و چي څانګې راته ويل چي زمادرسره مينه وه اوته مي په مينه تراخيره ونه پوهيدې.انسان په ژوند
كي دڅه ډول حاالتوسره مخامخ كيږي بيخي څوک پوهيږي نه .دحاالتو پيژندل هم ګران
وي،داځكه چي ماڅه ګمان كاوه ،وخت اوقسمت راسره څنګه لوبه وكړه.زه له دې څخه شرميدم
69
(c) ketabton.com: The Digital Library
چي داسي نه وي دوي راباندي غلت ګمان وكړي ،چي دوستي او راشه درشه دي تردې ځايه وه .اود
دوي راسره څومره زړه غوښتي.زما هم د صبركاسه ډكه شوه اوخپل دزړه ټول رازونه مي ورسره
شريک كړل ،چي ماخوله معشومتوبه درسره مينه درلوده ،خوحاالتو مي خوله راپټه كړې وه،هيڅ
مي نشو ويالي .زمادې خبروته څانګه حيرانه پاته وه او راته يي وويل:
_تروس مي تير شول ځكه تاهغه ټولي بندي الري راته خالصي كړې اوما هم دومره جريت پيداكړ
ترڅو نن درته ووايم.
_ كله چي دي ميني ته طالق وركړ.څلورشپې مي درپسي ژړل اوتر سهاره به په دعاوو درته ناسته
وم.دومره ښراوي مي ميني ته كړي چي تراوسه به هيچانه وي ورته كړي.
70
(c) ketabton.com: The Digital Library
_هغې زماسره زياته مينه درلوده اوپه دې خبره شوه چي زه له تا سره زياته مينه لرم .هغې زما لپاره
خپل ځان قربا ن كړ.
_يعني څنګه قربان ؟په دې زه نه شوم پوه.ايا هغې له ماڅخه هم زياته مينه درسره درلوده؟
_هو .هغې غوښتل چي زه له تاسره واده وكړم ،ټول پالن يي خپله راته جوړكړ اوهرڅه يي
زمااوستالپاره وكړل .دغه يي دزيات محبت اومينه كولوعالمې دي.خپل ځان يي زماله وجې
بدنامه كړاوزمادنه شتون په صورت كي يي خپل ژوندته دپاى ټيكى كيښود.
_ولي ناكامه شو؟داخوستا ګناه ده .څومره موده وشوه چي هغې ته تا طالق وركړ.اوڅومره موده
دهغې دمرګ شوه ليكن تا بياهم ماته په دومره زياته موده كي څه ونه ويل ؟زه خوخيرزمامور
اوپالر ته خو به دي ويلي واي؟
_مورمي يوه ورځ ددې كارلپاره ستا سوكورته په مركه راوليږل ،خوافسوس چي په هغه ورځ
ستاخاله مړه وه اودې هيڅ نشو ورته ويالي.
71
(c) ketabton.com: The Digital Library
_دمينه په اړه مي ورته څه نه دي ويلي خودامي ورته وويل چي ماته يوازي څانګه راوغواړه.هغې
راته بل ځاي پيداكړى و خومادهغې ځاي رد كړاوته مي وروښودې.
_ اه نو چي دومره كيسې موترمنځ تيري شوي دي،بيا زه هم يوې قربانۍ ته تياره يم.
_څنګه قربانۍ ته ؟
_داچي تا اوميني زمالپاره داقرباني وركړه نوزه هم غواړم چي ستاسولپاره يوه قرباني وركړم.
څنګه قرباني كول غواړي ؟داسي خوبه نه وي لكه ميني چي خپل ځان قربان كړ.زه نه غواړم چي ته
هم خپل ژوندله السه وركړې؟ځكه زه دميني قرباني مرګ ته ورسولم اوكه تا هم خپل ځان مړكړ نوپه
دې پوه شه چي زه به هم درسره مړ يم.
_ياهغسي نه كوم اونه هم ځان وژنه كوم ،بلكي خپل پالر،مور اوخپل ټول دوستان له السه وركوم
.زه غواړم چي ستاسره وتښتم .هري خواته چي مي بيايي درسره ځم .زه نه غواړم چي له هغه لوچک
(اكازوي) سره واده وكړم .زه دڅانګې ددې خبروپه كولوسره ډيرتعجب اوډيرزيات حيران كړم،لكه
دپاڼ اوپړانګ په منځ كي چي راغلى وم .كله چي څوک دپاڼ اوپړانګ په منځ كي شي نودي
هميشه توكل په خداي (ج وكړي.غوښتل مي چي دڅانګې پالن قبول كړم اوورسره يوداسي ځاي
ته والړشم چي هلته هيڅوک نه وي .يوداسي ځاي ته والړشو چي يوازي او يوازي زه اوڅانګه
واوسو.په ژوندكي خومي هيڅ دخوښۍ ورځي ونه ليدې؟همدا مي وار دى بياراته داسي موقع نه
پيداكيږي .ماخوهمداسي غوښتل او وداسي موقع ته ډيرپخوا تږى وم ،څانګه هم راسره
خوشحاله ده ،اوكوم بدكارهم نه دي چي زه يي كوم ،ځكه داحق راته اسالم راكړى دى چي كله
دواړه طرفه (هلک اونجلۍ) سره خوشحاله وي نو واده دي سره وكړي .يعني ددواړو خواوو
رضايت مهم دى.
72
(c) ketabton.com: The Digital Library
بل دا داسي يوپشنهاد و لكه څوک چي د درياب په مابين كي ډيرستومانه اوزيله شوى وي
اوساحل ته درسيدولپاره ډير ناقراره په دې وجه وي چي طوفان هم پسي رااخيستي وي،نوهغه
څوک به په هغه حالت كي څومره ناكراره اوناارامه وي .خوكله چي دميني دليک هغه جملې ذهن ته
راغلې چي راته يي كي ليكلي ووچي،زما اوستا يوه لورشته .دموردميني خوشوه پاته خودپالرله
ميني څخه يي مه بي برخي كوه.دپالر مينه ورته ضروراوحتماًوركړه.پرهغې ظلم مه كوه زماله
خاطره هغه خوشحاله وساته ،چي زه درڅخه خوشحاله شم .زمالپاره كه ته هرڅه كوې اوزماهيله
راپوره كوې نو زمالورته پوره مينه وركړه ،كله چي دي داسي وكړل نوهغه وخت پوه شه چي زه
ستاڅخه خوشحاله يم .دستي مي خپلي مفكورې ته بدلون وركړاوڅانګې ته مي وويل:
اوس ډيرناوخته شوى دى ،كاشكي خوداكارستادكوزدې له كولوڅخه مخكي شوى واي؟ نه به چا
راپسي خبري كولي اونه به څوک زمااوستاددې كار مخالف وله..اوس خويوازي ستااوزما
دكورنۍ بدنامي نه بلكي ستا داكا دكورنۍ بدنامي هم ده .خلكوته به يومضمون جوړ وي ،ډول
ډول خبري به راپسي كوي ،ټول به لعنت راباندي وايي.خيرماخوقرباني وركړه ته يي هم
دموراوپالردخوښي لپاره داقرباني وركړه،دهغوي زړونه مه ور زخمي كوه ،دهغوي پوره خيال
ساته چي خداي (ج) ستاخيال وساتي .مور اوپالرډيرحق درباندي لري .زه به درته دموراوپالرپه اړه
يوه كيسه وكړم هغه داچي يوصحابي مبارک دپيغمبر(ص) په حضور كي حاضر شو اوله نبي عليه
السّالم څخه يي دنيک عمل اونيک كاركولو پوښتنه وكړه چي زه دهغه په كولو سره زيات ثواب
اواجر تر السه كړم.نبي عليه السّالم ورته وفرمايل:
چي دمورخدمت وكړه.صحابي بيا پوښتنه ځني وكړه چي وروسته د مورله خدمت كولوڅڅه بيا
؟نبي عليه السّالم ورته بيا وفرمايل:
چي بياهم دمورخدمت وكړه.صحابي بيا پوښتنه ځني وكړه چي بيا دهغه دخدمت كولوڅخه
وروسته ؟پيغمبرعليه السّالم بيا ورته وفرمايل:
73
(c) ketabton.com: The Digital Library
بيا دمور.صحابي بيا پوښتنه ځني وكړه چي بيا دهغه وروسته هم ؟ نبي عليه السّالم داځل ورته
وفرمايل:
_زه خپله هم په خپله لور نه وم خبر.داخبر راته دميني دمرګ وروسته راورسيد.
_بيانو چي داسي ده زه دي دلور پوره حفاظت كوم .دهيچاپروابه نه كوو.خيرده چي هرڅوک هرڅه
وايي ودي وايي.زه اوته خوپاكه مينه سره كوو،په دې كي به نوخلک ولي لعنت راباندي وايي
اوولي به مو كورنۍ بد نامي شي .زه اوته چي سره خوشحاله يو نونورڅوک مااوتاڅه كوي.زه به مي
له موراوپالرسره دابحث شريک كړم.زماموراوپالرډير مهربانه دي ،هغوي راته حتماًاجازه ددې
كار راكوي اوپه دي كاركولو سره رضا كيږي.
_پام كوه چي داكارونه كړې .ته خوپه دې الهم نه پوهيږي چي څه كوې؟ستا موراوپالرخوپه
ماډيرګران دي ،زه نه غواړم چي ددوي زړونه ورمات كړم .زه چي په كم مقام كي ددوي دزړونو
كرارلرم هغه راته بس دي .كه تا دا كاروكړ نوهغوي خوداګمان كوي چي زمانيت ددوي لپاره خراب
و اوپه يومقصد مي ورسره ورځي اوشپې تيرولې .هغوي ستاپه وركولو څومره خوشحاله دي
اوستالپاره څه نه كوي؟ددنياله حالتوسره ته نه يي بلده اونه درته معلوميږي .ددنياحالت اوس
ډيربل ډول دي .خلكوبدلون كړى .اورواجونه بدل شوي .له هيچاسره دميني كولوقدرنشته.خپلوي
له منځه تللي .دوستي نشته ،محبت نشته حتٰٰى ورورولي،ايمانداري اوخواخوږي الهم نشته
74
(c) ketabton.com: The Digital Library
.چي اوردي اخيستي وي څوک به درباندي اوبه وانه چوي ،دابه وايي چي ده خواور اخيستي دي
داسي نه وي چي زه يي هم ځني واخلم .ستا زړه خوپاک دى ته دخلكوله زړونو نه يي خبره زه درسره
راضي نه يم په دې كاركي .دامينه به پرهمداځاي سره بيرته هيره كړو اوداسي به يي وګڼولكه يو
ليدلى خوب .زه د
اهلل جل جالله له درباره درته خوشحاله اوسوكاله ژوندغواړم .انشاءاهلل چي له واده وروسته به ستا
داكازوي ډيربدلون وكړي ته په دې مه خفه كيږه چي ستا مينه ،محبت،مظلوميت
،انسانيت،شرافت اوصداقت چي وويني نو زه په دې باور لرم چي حتماً به بدلون كوي.بياهم درته
مباركى وايم اوځان ډيرګرم اومالمت بولم چي خپل دميني اظهارمي درته ونه شو كړاي.
نورنو ماته اجازه راكړه هروخت چي دي كوم شي ته ضرورت ونو ماته به داسي وايي لكه
يومشرورورته چي وايي .له دې ورورسته سره وروراوخور يو .زه ځان ډيربختورپدې بولم چي
ستاپه شان خورپه ژوند كي لرم .د اخيري ځل لپاره مويوواربياسره په غيږكي ونيول
اوترهغووموسره ژړل ترڅوزه يي له خوني راووتلم.
كورته ځني راغلم خودڅانگې داخبره مي هيڅ نه هيريده چي ويل يې ( ماخودي خداي جل جالله په
ټوله عمربيانه ورولي ،دخپل هيواد يوه ثانيه ژونددهغه ځاي دلس كلونو ژوندڅخه بهتره دى)
75
(c) ketabton.com: The Digital Library
دڅانګې له كوره سيده راغلم دميني زيارت ته .له قبره سره نيږدې ورته كښينستم ،خپله كسيه مي
په داسي يوحال كي ورته كول چي له سترګوڅخه مي اوښكي داسي جاري وي چي ماپه هيڅ ډول
نشواي كوالي چي ودروم اونه مي خپل ځان قابوكوالي شو .ورته ومي ويل چي زه خوستاخبره په
خپله مينه كي ناكامه راغلم هم مي ته له السه وركړې اوهم مي څانگه .ستاخبري مي ونه منلي اوپه
خپل كاركي مي ډيرڅنډ وكړ.تاچي څه راته ويلي وؤ هغسي مي ونه كړل .زه په ټولوپالنوكي شاته
راغلم.زه اوس بيخي يوازي پاته يم اوهيڅوک د خواخوږۍ لپاره نه لرم.هيڅوک مي دزړه درد نه شي
احساسوالي.كاشكي چي ته واي او يوه مشوره دي راته راكړې واي .تاته ډيرضرورت لرم خوته نه
يي راسره.اې زماميني زه مي خپل وجدان ته ډيرمالمت يم.زه مي خپل ځان ته ال ځوابونه نه شم
وركوالي.ته خويوار له دې تورو خاوروڅخه سرراپورته كړه او يوه خبره راته وكړه.زه تباه شوم برباد
شوم خوار شوم.
له ډيروهڅووروسته پوهيدم چي كله له خاورو څخه سرراته پورته كوي له قبره مي خپل سرپه داسي
حال كي راپورته كړ چي ډيرمايوسه،نااميده اوناهيلى وم ترخپله كوره مي ځان په ډيرتلكيف سره
راورسوى.
دامي دځان لپاره وظيفه وګرزول،هرسهاربه چي كيدى مابه له ځانه سره ترموزاوګيالس راوړى
اودميني په زيارت باندي به مي چاي څښلې.هم به مي زيارت كوى اوهم به مي دخپل ژوندخوږي
اوترخي خاطرې له ځانه سره ددې له قبره سره ليكلې.....
.ملګرى اصف چي كله زماټول ژوند چي دكاغذپرمخ ليكلى و ولوستى اوپه هرڅه خبرشو.دستي
يي راته خپله خوښينه پرته زمااوزمادكورنۍ داجازې څخه راغوښتې وه..زمونږكورته راغلى و،
زماسره يي په غيږ ستړې مشې وكړه .دومره يي راته وژړل چي زه حيران پاته شوم چي څه شوي دي
ورباندي،خوكله چي يي راته وويل چي ظالمه دومره زحمتونه دي څنګه يوازي زغمالي شول .زه
76
(c) ketabton.com: The Digital Library
دده په خبروپوه شوم چي زمادخاطراتو كتابچه يي لوستې ده .له ځانه سره يي دخپلي خوښنې له
كوره راته ستن اوتار راوړي وله .ماته يي وويل:
زه حيران پاته شوم چي زمامور څه كوي.پوښتنه مي نه ده ځني كړې.مورمي ورته راخبره كړه .كله چي
هغه ورته راغله له كڅوړې څخه يي ورته ستن اوتار راوا ايستل او ورته وريي كړل.
دا دفريدستن اوتار دى.اومادهغه لپاره ستاسوداجازې پرته خپله خوښينه وغوښته.مورمي
همداسي موقع پراسمان غوښتل خو خداي جل جالله ورته په ځمكه وركړل .داصف ددې كارپه
كولوزياته خوشحاله شوه ،دومره خوشحاله وه چي بيخي نه پوهيده چي څه وكړي.ستن اوتاريې له
فريده واخيستل اوكورته والړه.
كه نور ياداښت دي كي ليكئ ،نوماپكښي هيرنه كړې اويوه غوښته الدا درڅخه كوم چي دابه
حتمي اوضروري ترچاپه رسوې.
12-22-1122
پاى
77