Download as pdf or txt
Download as pdf or txt
You are on page 1of 21

Ketabton.

com

Download from: ketabton.com


(c) ketabton.com: The Digital Library

Download from: ketabton.com


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪1‬‬

‫د کتاب پیژندنه‪:‬‬
‫|||||||||||||||||||||||||||||||||‬

‫دکتاب نوم ‪:‬دګوانتانامو انځور‬

‫ليکوال ‪:‬مال عبدالسالم ضعيف‬

‫تصحېح ‪ :‬قايض محمدحسن حقيار‬

‫کمپوز از ډيزاين‪ :‬مالخريا لله فضيل‬

‫ترياژ ‪ ٠٥٥٥ :‬ټوکه(لومړى چاپ)‬

‫‪Download from: ketabton.com‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪2‬‬

‫تقريـظ ‪:‬عبدالرحيم (مسلم دوست) او استاذ بدرالزمان ( بدر)‬

‫الحمد لله وحده والصاله والسالم عىل من ال نبي بعده‪.‬‬

‫اما بعد‪ :‬محرتم مال عبدالسالم ضعيف صاحب هغه پيژندل شوي شخصيت دی چې دافغانستان داسالمي امارت‬
‫له پلوه په اسالم اباد كې سفري و‪ .‬اګر چې مونږ دواړو وروڼو‪( :‬عبدالرحيم مسلم (دوست) او استاذ بدرالزمان( بدر)‬
‫دزندان ددورې نه مخكې ضعيف صاحب ليديل نه و‪ ،‬خو دخربي رسنيو له الرې دهغه دڅريی او نوم رسه اشنا‬
‫شوي وو‪ .‬دلومړي ځل له پاره مونږ ضعيف صاحب دکندهار دهوايي ډګر په خواكې دامريكايي اغزن زندان په‬
‫څپرګيو كې وليد‪.‬‬

‫كله چې د ‪1002‬م كال دستمرب په (‪ )22‬يوولسمه دامريكا په نيويارك او واشنګټن حريانوونيك بريد وشو او امريكا له‬
‫ډېرې وارخطايۍ او ترورۍ دناټو اونورو پوځونو ملګرتيا دډالرو‪ ،‬وسلو او وسائلو رسه زمونږ سيمې ته راوخوځېده‪،‬‬
‫دترهګرۍ په خالف دجنګ ډرامه پيل شوه او په افغانستان د كرغېړن يرغل ټکل وشو‪ .‬دتل غوندې دافغانستان په‬
‫دغه ناورين كې دپاكستان دپوځي استخباراتو‪ :‬اي ايس اي غوالنګه شوه‪ .‬دګانډيو هېوادونو په هكله د اي ايس اي‬
‫كرغېړن كړه وړه او عزائم دتاريخ يو تور باب دي چې له هيچا پټ نه دي‪.‬‬

‫دا چې دترهګرۍ په خالف دجنګ په ډرامه كې صليبيانو څه وكړل او څه غواړي؟ او د پاكستان پوځي استخباراتو‬
‫دافغانستان او نړيوالو رسه كومې لوبې روانې كړي دي؟ او په يو وخت كې هڅې كوي چې په خپل زعم كې اليعاذ‬
‫بالله هم الله تعاىل وغولوي؛ هم نړيوال‪ ،‬امريكا‪ ،‬افغانستان او دپاكستان ولس ته په سرتګو كې خاورې واچوي او په‬
‫دې ترتيب اوبه خړې كړي او كبان په كې ونييس‪ .....‬ددې اونورو اړوندو موضوعاتو او خربو تفصيل به لوستونيك‬
‫دضعيف صاحب په دې كتاب ((دګوانتاناموانځور))اوزمونږ دواړو ورڼو په رشيک ليکل شوی کتاب ((ماتې زونلې))‬
‫كې وګورئ‪.‬‬

‫مونږ دواړه ورونه ددغه جنګ لومړين قربانيان يو چې د ‪1002‬م كال دنومرب په (‪ )21‬اولسمه د اي ايس اي دافغاين‬
‫ګوډاګيانو په ملسون اي ايس اي ونيولو او دډالرو دپنډ او پېړ مبلغ پر بدل كې يې په امريكا وپلورولو‪ .‬زمونږ ګونا‬
‫دخپل دين‪ ،‬وطن او نواميسو نه دفاع وه؛ كله چې دډيورنډ دمنحوسې كرښې تاريخي او قانوين حيثيت ړنګ شوي و‬
‫اوړنګ شو هغه وخت راورسېده چې دافغانستان دخپلې خاورې پخوانيو اصيل پولوته ورسيږي او خپل حقه حقوق تر‬
‫السه كړي‪ .‬نو ددې په ځاي چې پاكستان حق ته غاړه كښيږدي او حق په حقدار وسپاري‪ .....‬ټول افغانستان ته يې‬
‫خيټه اوبو كې كيښوده او دخپلو افغان دښمنه افغان مناغالمانو نه يې دافغانستان په پاكستان كې دمدغمولو‬
‫دعرائضو مطالبه وكړه‪ ،‬هغوي همدايس وكړل‪ ،‬او مونږ يې په كلكه مخالفت وكړ‪ ...‬نو ځكه اي ايس اي دجاري‬
‫ناورين ښكار كړو‪.‬‬

‫‪Download from: ketabton.com‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪3‬‬

‫زمونږ دنيولونه وروسته د ‪ 1001‬م كال دجنوري په (‪ )1‬دوهمه مال عبدالسالم ضعيف صاحب هم د اي ايس اي‬
‫بزدلو جرناالنو او كرنيالنو ونيوه او درې ورځې وروسته يې په امريكا خرڅ كړ؛ دټولو مسلامنانو نيول او په امريكا‬
‫پلورل دپاكستان له پاره يو لوى تاريخي رشم او عار دى‪ ،‬خو دهغه ضعيف صاحب پلورل تر ټولو لوي رشم او عار دى‬
‫چې دپاكستان او ټولو نړيوالو طاغويت قوانينو مطابق يې قانوين پاسپورټ‪ ،‬ويزه اونور اسناد لرل‪ ،‬پاكستان دافغانستان‬
‫دسفري په حيث منيل و او دقانوين ضامنت الندې اوسېده‪ .‬خو پاكستان دننګ‪ ،‬غريت‪ ،‬بني الدويل‪ ،‬بني املليل‪،‬‬
‫سفاريت او ديپلومايت قوانينو‪ ،‬ادابو او ضوابطو نه رشمناكه رسغړونه وكړه‪ ،‬مونږ په لومړي ځل ضعيف صاحب‬
‫دقندهار په امريكايي محبس كې وليده‪.‬‬

‫وروسته بيا كوانټنا موته يو ځاي انتقال شولو او په يو بالك كې په نږدې پنجرو كې رسه پاتې شو‪ .‬چې دغه سونزمن‬
‫سفر او تاريخي مرحلې كې مو تر ډيره حده رسه وپېژندل‪ .‬دپنجرو په دغه ملګرتيا كې به مو اكرثه يوتر بله دتحقيق‬
‫جريانات او دژوند دتودو سړو معلومات رسه تبادله كول‪ .‬ريښتيا خربه داده چې دضعيف صاحب ثبات‪ ،‬ښو اخالقو‪،‬‬
‫جرات او‪ ......‬مونږ ډېر اغيزمن كړو‪ .‬ضعيف صاحب په ډېرو سختو رشائطو كې حوصله له السه ورنه كړه‪ .‬او ټولو‬
‫كړاوونو او ربړونو ته يې دصرب او زغم اوږه وركړه‪ .‬په همدغو ستونزمنو رشائطو كې ورته الله تعاىل دا توفيق هم‬
‫وركړ چې قران كريم ياد (حفظ) كړي‪ .‬اكرثه به دقرانكريم په تالوت بوخت و‪ .‬ښايي دمسلامنانو دغه كړاوونه‪،‬‬
‫دردونه‪ ،‬ټپونه‪ ،‬شهادتونه او ګڼې ستونزې داسالمي نړۍ دويښتابه‪ ،‬يووايل‪ ،‬پاڅون او يون الملونه يش او ټوله اسالمي‬
‫نړۍ يو موټي او يو كور يش‪ .‬مونږ نور ستاسو او دضعيف صاحب تر منځ نه پرده كيږو دا تاسو او دا مو ضعيف‬
‫صاحب‪.‬‬

‫عبدالرحيم (مسلم دوست) او استاذ بدرالزمان ( بدر)‬

‫‪Download from: ketabton.com‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪4‬‬

‫تقريـظ ‪:‬محمدقاسم( حليمي)‬

‫دهغو زندانيانو په ياد چه په تورو او تنګو خونو كې الس او پښي تړيل دتندي او لوږي شپي پدي اميد تريوي چه‬
‫كه كله ورباندي دالله (ج) لخوا رحم ويش‪ ،‬او دخپل كور انګړ دمور او پالر غيږ ورباندي ډكه يش‪:‬‬

‫لــــــــــه ډاره غږ كــــــــــــــــــــــــــــــــوالي نشم‬

‫دسوال ياري ده اوس به ړنګه بنګه شينه‬

‫دښاغيل ورور مال عبدالسالم ضعيف له غمه او درده ډك كتاب ماډير په دقت رسه ولوست‪.‬‬

‫دزندان ترخي خاطري او يادونه يئ يوځل بيا را په ياد كړل‪ .‬په پرتي نيولو زخمونو يئ راته مالګي ودوړويل‪.‬‬

‫دا چه ښاغيل ضعيف څه ليديل او څه يئ اوريديل دي تر بګرام پوري زه ددي اعاملو شاهد يم‪ .‬او ان تردي ويالي‬
‫شم چه په ځيني مواردو كې بګرام له ګوانتانامو څخه سخت وو‪ .‬خو زه دا هم زياتوم‪ ،‬چه هغه كسان دي دالله شكر‬
‫وبايس چه دكابل استخبارايت زندانونه يي نه دي ليديل‪ .‬خو بيا هم دومره وايم چه انقالب عكس يا رسچپه كيدلو‬
‫ته وايي هر څه چه چپه يش نو مشكالت لري ځكه خو دانقالبونو له مخي انسانان هم رسچپه راځړول كيږي‪.‬‬

‫دضعيف صاحب په ټول كتاب کې ما ته دري نقطي ډيري مهمي اوجالبي دي‪:‬‬

‫‪-‬دا چه هر بندي به چې دشكنجو او عذابونو رسه مخ شو نو دځان په حال به دومره نه وو خفه لكه چه دنورو ملګرو‬
‫په حال او هميشه به يي ويل‪ :‬چه په مونږ هر څه ترييږي الله (ج) دي زمونږ نور ملګري په حفظ او امان كې وسايت‪.‬‬

‫چه كله به ملګري خالصيدل دنورو ملګرو حال به يي ليد‪ ،‬نو دخپل خالصون په خوشحالئ به نه پوهيده‪ .‬او دا‬
‫احساس به وررسه وو چه كاش چه ټول خالص شوي واي او يا زما په ځاي بل مظلوم خالص شوي واي‪.‬‬

‫نو عجيبه غوندي احساس‪ -‬عجيبه غوندي وروري � عجيبه قرباين څومره اخالص‪ -‬رښتينويل‪ -‬الله (ج) دي يې له‬
‫هر يوه څخه قبول او منظور كړي‪.‬‬

‫‪3-‬تر ټولو بختور خو ضعيف صاحب وچه دافغانستان منائنده يي په ګوانتانامو كې وليدالى شو او باالخره وررسه‬
‫راغي‪.‬‬

‫او دايس منائنده چه داسالم � ديانت‪ -‬افغانيت‪ -‬او شفقت نښې له ورايه وباندي ښكاري‪.‬‬

‫داهغه څوك دي چه زه يې پيژنم كه ددي منائنده‪ ،‬په واك او اختياريك واي‪ ،‬نو هيڅ افغان ته به په هيڅ ځاي كې‬
‫هيڅ نوع تكليف نه وو رسيديل داسالمي ورورويل‪ ،‬او افغاين وحدت سمبول‪: A-B‬‬

‫په ښاغيل ضعيف صاحب ډيري سختي او ناخوايل تريي شوي‪ .‬دنورو وروڼو په شمول دي الله (ج) اجر وركړي‪.‬‬

‫‪Download from: ketabton.com‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪5‬‬

‫او الله (ج) دي ټول ملګري لدي ظلم او ستم څخه راخالص كړي خصوصاً‪ :‬زما ګران ورور خريالله خري خوا‪ .‬له‬
‫ټولولوستونكو څخه هيله من يم چه دمظلومو بنديانو په حق كې د دعا الس پورته كړي‪.‬‬

‫ورور مومحمدقاسم( حليمي)‬

‫‪Download from: ketabton.com‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪6‬‬

‫څه پرضعيف صاحب څه يې پرليکنه ‪:‬محمد حسن حقيار‬

‫د(ګوانتانامو انځور) دبرش دخواخوږو او نړېوالې ورورولۍ دمدعيانو ؟؟ په الس د برش درټلو‪ ،‬کړولو‪ ،‬سپکولو‪ ،‬ځورولو‬
‫او دردولو لپاره دهغه جهنم ته ورته ځاى (ګوانتانامو) ترخې خاطرې دي چې دځمکې پر رس يواځې خپله خپل مثال‬
‫دى او بس‪.‬‬

‫دکتاب ليکوال ښاغىل مال عبدالسالم ضعيف هم هغه څوک دى چې له شک پرته ديو ديني عامل او په نړيواله کچه‬
‫ديو پياوړي ديپلومات په توګه ځلېدىل خو دليکوال او اديب په توګه ال چا نه پېژنده خو دادى حاالتو او اړتياوو‬
‫ليکوال هم کړ‪.‬‬

‫زه له دولسو کالو راهيسې له ضعيف صاحب رسه پېژنم‪ ،‬دپېژندګلوۍ په پيل کې يا هغه وخت چې دده سري ت مې‬
‫نه و مطالعه کړى نو دده دصورت يا فزيکي جسم په لېدلو مې داسې انګېرله چې ښايي ضعيف صاحب به رښتيا‬
‫ضعيف نه وي‪ ،‬دى به ډېر کربجن او په اصطالح کالنکاره وي خو کله مې چې پېژندګلوي وررسه ډېره شوه او په يو‬
‫وزارت کې ده ته د ےمر او ماته دمامور په توګه دکار چانس پيدا شو نو دده په اړه خپل خيايل اټکل مې ناسم وموند‬
‫او درک مې کړه چې مال عبدالسالم دحق پر وړاندې ډېر ((ضعيف )) دى‪.‬‬

‫دضعيف صاحب دسيايس کفايت‪ ،‬مديريت‪ ،‬اهليت او شخصيت په اړه ځکه څه نه ليکم چې دى داسې ورک نومى‬
‫او ټيټ پوړى څوک نه وو چې ګوندې څوک يې نه پېژين (عيان ته څه حاجت دبيان) خو دده ديو نږدې همکار او‬
‫ملګري په توګه ماته هم وياړ دى چې دوست مې ديو بريايل ديپلومات ‪ ،‬کارپوهه او محرتم شخص په توګه وځلېد‬
‫‪.‬‬

‫دضعيف صاحب وروستى ماموريت په پاکستان کې چې داسالم دکال او دمسلامنانو لپاره ديو ځانګړي هېواد په‬
‫توګه جوړ شوى دافغانستان ددولت اوافغانانو استازيتوب (سفارت ) وو‪.‬‬

‫سفريڅوک وي‪ ،‬څه حقوق‪ ،‬مسئووليتونه اودندې لري دا هغه پوښتنې دي چې له هر لوستوال او کم لوستي رسه يې‬
‫ځوابونه شته ‪ .‬په دې مانا چې که دوه هېوادونه ان که دوه ولسونه هم يو له بل رسه وران يش او ميليونونه وګړي يې‬
‫هم په جګړه کې ووژل يش نو سفري يا استازي يې مصئون وي په مسلامنه ټولنه کې خو پرېږده ان په نا مسلامنه‬
‫ټولنه کې هم همدا دود دى ‪ ،‬او دا دود ډېره تاريخي لرغونتيا لري او که چا دادود مات کړي نو دنړيوالو له مالمتۍ‬
‫او جګړو رسه مخ شوي‪.‬‬

‫راشده خلفاوو به دکفارو دسفريانو ډېر احرتام کاوه او يو ځل خو يې دکفارو په الس دخپل استازي پر وژنه له هغوى‬
‫رسه جهاد اعالن دهغوى دلسګونو تنو ويني تويې کړې ‪.‬‬

‫‪Download from: ketabton.com‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪7‬‬

‫‪ ٧٢‬کاله وړاندې ايران دامريکا له ديپلوماتانو رسه نامناسب چلند وکړ چې ددښمنۍ اور يې اوس هم بل دى او‬
‫دايران ملت پکې سوځي‪.‬‬

‫خو پاکستاين چارواکيو دافغان دولت او افغان مسلامن ولس له استازي رسه چې دواړو هېوادونو ديو بل حکومتونه‬
‫په رسميت هم پيژنديل وو‪ ،‬ددې سفري رسمي اعتبار ليک يې هم منىل‪ ،‬سيايس پاسپورت‪ ،‬ويزه ‪،‬دکار اجازه هر څه‬
‫يې ورکړي و څه وکړل ؟؟‬

‫افغانان ډېر سرت ‪ ،‬غرييت او با شهامته خلک دي او هر وخت يې ديومسلامن ګاونډي په توګه له پاکستان رسه ښې‬
‫اړيکې لرلې دي دهغوى دتېري پر وړاندې يې له صرب او زغم څخه کار اخستى ‪ ،‬ناځواين‪ ،‬له ژوبلې ګوتې نيول يې‬
‫وررسه نه دي کړى‪ .‬خو په مقابل کې يې هر وخت پاکستان دافغانانو داحسان او ځوانۍ ځواب په ناځوانۍ ورکړى‬
‫دى‪.‬‬

‫راځئ چې له پاکستان رسه دافغانانو دځوانۍ او سرت توب دا دوه بېلګې ولولو‪.‬‬

‫دظاهر شاه دوران ‪ ١٧٢١‬م کال و‪ ،‬دپښتونستان په رس له پاکستان رسه دافغانانو تبليغايت او سړه جګړه ښه په درز‬
‫کې روانه وه چې په همدې وخت کې هند له پاکستان رسه ونښت ددواړو هېوادونو ترمنځ کلکه جګړه روانه وه‬
‫دافغانستان دکابينې په غونډه کې ځينو وزيرانو وړاندېز وکړ چې اوس پاکستان له هند رسه نښتى دى نو دافغانستان‬
‫لپاره ښه چانس دى چې له پاکستان رسه جګړه اعالن او دپښتونستان مسئله له نظامي الرې حل کړي ‪ .‬په هغه وخت‬
‫کې پاکستان له نظامي پلوه په ډېر کمزوري دريځ کي و چې يواځې له هند رسه يې هم دجګړې تاب نه درلود په‬
‫داسې حال کې چې دافغانستان برى او دپښتنو دله السه وتلې خاورې بيا ترالسه کول سل په سلو کې باوري و‪ ،‬خو‬
‫دکابينې ډېرو غړيو له دې وړاندېز رسه مخالفت وښود ‪ ،‬دليل يې داو چې پاکستان زموږ مسلامن ګاونډى هېواد‬
‫دى او اوس په ډېرو ناوړو رشايطو کې قرار لري او ان دوېش له خطر رسه مخ دى نو که موږ پرې حمله وکړو دابه‬
‫يوې ناځوانۍ ته ورته کار وي موږ بايد دخپل مسلامن ګاونډي له ناوړه حالت څخه ګټه وانخلو او نه يې بايد له‬
‫ژوبلې ګوتې ونيسو‪.‬‬

‫که څه هم پاکستان خپل مخ په اينه کې ليدىل و اوانګېرلې يې وه چې افغانستان به هرومرو پرې حمله کوي خو کله‬
‫يې چې دافغانانو داسرتتوب او ځواين وليده نو له حريانتيا ورته ګوته په غاښ شول ‪.‬دهند او پاکستان ددې جګړې‬
‫پايله داشوه چې پاکستان دهند پر وړاندې ماتې وخوړه ‪ ،‬جرنال نيازي خپله وسله دهندي جرنال (ارورا) پر وړاندې‬
‫کېښوده‪ ،‬او شيخ مجيب الرحمن له پاکستان څخه بېل شوى خپلواک بنګله ديش اعالن کړ‪.‬‬

‫د‪ ١٥٠١‬هـ ل دسه شنبې په ورځ دمرغومي په ‪٧١‬مه چې د‪ ١٧٢٧‬م کال دجنورۍ له يوولسمې رسه سمون خوري‬
‫پاکستان په پېښور کې افغان قونسلګرۍ ته خرب وکړ چې دپاکستان ولسمرش ذوالفقار عيل بوټو غواړي همدا نن‬
‫کابل ته سفر وکړي‪ ،‬بوټو په هامغه ورځ ديو پالوي په مرشۍ چې هوايي مارشال رحيم خان‪ ،‬دوسلوالو ځواکونو لوى‬

‫‪Download from: ketabton.com‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪8‬‬

‫درستيز جرنال غالم اسحاق خان ( چې وروسته دپاکستان ولسمرش شو) او نور په کې وو دهوايي ځواکونو اړوند‬
‫الوتکه کې کابل ته راغى او دخواجه رواش په هوايي ډګر ورته په خپله دظاهر شاه ‪ ،‬صدراعظم ډاکټر محمد ظاهر‪،‬‬
‫دصدارت مرستيال ډاکټر عبدالصمد حامد ددربار وزير عيل محمد لخوا هر کىل وويل شو‪.‬‬

‫بوټو په کابل کې څلور ساعته تېر کړل او دګلخانې په ماڼۍ کې يې له افغان مرشانو رسه خربې اترې وکړې نوموړى‬
‫دافغانانو له ځوانۍ‪ ،‬مروت او شهامت څخه دومره اغېزمن وو چې که کچه يې دهغه له دې څرګندونو څخه‬
‫معلوموىل شو‪ (( : .‬ددې لپاره کابل ته راغىل يم چې خپل دمننې او احرتام مراتب داعليحرضت هاميوين‪ ،‬دافغانستان‬
‫دحکومت او خلکو حضور ته ددوى دهغه له همدردۍ څخه ډک دريځ په اړه پخپله وړاندې کړم چې زموږ دهېواد‬
‫په اړه يې په هغه وخت کې خپل کړى وو چې له يو لوى کړکيچ رسه مخ وو ‪ ،‬افغانستان دېته ورته دريځ په ‪ ١٧٩٠‬م‬
‫کال هم غوره کړى و او پاکستان چمتو دى چې دافغانستان ددې ځوامنردانه اقدام په بدل کې تر ممکنه حده‬
‫متقابل اقدام وکړي ‪))..‬‬

‫افغانستان وپنج سال سلطۀ طالبان‬

‫درسدار داړد خان دصدارت په زمانه کې بيا هم دپاکستان او افغانستان ترمنځه دپښتونستان په رس النجې‪ ،‬اوديو‬
‫بل پر ضد پروپاګند روان وو چې دپاکستان دبهرنيو چارو دوزارت مرستيال سکندر مرزا کابل ته په يو رسمي سفر‬
‫راغى څرنګه چې سکندر مرزا دافغانانانو مېلمه وو نو افغان حکومت کابل راډيو ته رسامً خرب ورکړ چې دپاکستاين‬
‫مېلمه د احرتام لپاره دې پاکستان پسې پروپاګنداو ترهغې چې سکندر مرزا دلته وي دپښتونستان خپرونه بنده‬
‫کړي ‪.‬‬

‫خو پاکستانيو چارواکيو دافغانانو ددې احسان حق څومره ادا کړ!! دافغان دولت او ولس له رسمي استازي رسه يې‬
‫څه چلند وکړ اودافغانانو له مجبور حال څخه يې څومره دځان په ګټه کار واخيست ‪ ،‬دافغانانو څومره وينې يې‬
‫وڅښلې‪ ،‬دروسانو او دهغوى ګوډاګيانو پر ضد له افغان جهاد څخه يې څومره ناوړې ګټې واخيستې‪ .‬ددې ملت له‬
‫بچيانو(رسښند نکيو طالبانو) رسه يې څه وکړل ؟! دا هغه حقايق دي چې ليکل يې ډېر وخت او حوصله غواړي‪.‬‬

‫زه ګومان کوم چې دنړۍ تاريخ به داسې بېلګه ونه لري چې يو څوک دې خپل هم مذهبه‪ ،‬په دين‪ ،‬دود او دستور‬
‫کې ګډ بېګناګاونډى او په خپل هېوادکې بر حاله سفري دکفارو دخوښۍ لپاره بل هېواد ته چې په دين‪ ،‬عقيده‪ ،‬ژبه‪،‬‬
‫فکر ‪ ...‬کې ترې بېل او په جغرافيوي لحاظ دنړۍ بل رسکې وي داسې الس تړىل وسپاري لکه چې پسه ليوانو ته‬
‫سپارل کېږي ‪.‬‬

‫راځئ دلته اميانونه او وجدانونه پرتله کړو يوې خواته داسې اميانونه چې خاوندان يې دامريکا ( صهيونيسم) دخوښۍ‬
‫لپاره هر ذلت ته غاړه ږدي له ازادۍ‪ ،‬خاورې‪ ،‬ننګ او ناموس هر څه ورتېرېږي او بلې خواته په نوم ((ضعيف)) خو‬
‫ددومره پياوړي اميان او بشپړې عقيدې خاوند چې دګوانتانامو دزندان تکليفونو او شکنجو يې هم اميان ټکنى نکړ‪.‬‬

‫‪Download from: ketabton.com‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪9‬‬

‫نه يواځې دا چې ټکنى او کمزرى نه شو‪ ،‬بلکې ال فوالدي شو داميان او سپنې يې دزحمتونو او کړاوونو( ےب) وخوړ‬
‫نوره هم کلکه شوه اوکله چې امريکايې چارواکي ورته په زندان کې وړاندېز کوي چې له ګونتانامو يا جهنم ته ورته‬
‫زندان څخه به يې هم خوشې کړي ‪ ،‬لکونه ډالر او منصب به هم ورکړي خو له دوى رسه دې دوست او همکار واويس‬
‫نو په ډېرې زړورتياپيغمربي ځواب ورکوي‪( :‬رب السجن احب اىل ماميدعونني اليه) يعنې‪ (( :‬زما ربه زندان راته‬
‫غوره دى له هغه څه څخه چې دوى مې ورته بويل ‪ )).‬چې هغه ديو مسلامن ورور په ضد له کفر رسه مرسته وه‪.‬‬

‫پاکستانيو چارواکيو دى ولې امريکاته وسپاره؟ ښکاره ده چې دچوکۍ دساتلو او دمادياتو دترالسه کولو لپاره ‪.‬خو ‪،‬‬
‫ښه شوه چې دامريکا ډول ته دنڅېدونکيو پاکستانيانو او افغانانو په امريکا پورې تړلې هيلې هم پوره ؟؟شوې‪ .‬دوى‬
‫خو معاذ الله له الله ج څخه هم پر امريکا کلک باور درلود ‪ .‬امريکاددوى معبود ګرځېدىل و‪ ،‬دوى انګېرله چې دوزخ‬
‫او جنت دواړه دامريکا په واک کې دي دلته به جنت راوړي دامريکا له راتګ رسه به دلته د افغانستان په ويالو کې‬
‫شهد او شيدې وبهېږي‪ ،‬په دوى هامغه د پخوانيو قومونو کيسه شوې چې قرےن موږ ته بيان کړې ‪ (( :‬فلام راوه‬
‫مستقبال اوديتهم قالوا هذا عارض ممطرنا بل هو ما استعجلتم به فيه ريح عاصف تدمر کل شئ بامر ربها )) يعنې‪((:‬‬
‫کله يې چې په فضاکې ورېځې وليدې چې د دوى کليو ته مخامخ راروانې وې نو دوى وويل چې دا پلنې ورېځې دي‬
‫چې پر موږ ورېږي ( نه نه ) ‪،‬بلکې دا هغه څه دي چې تاسې يې په غوښتلو کې بېړه کوله (عذاب دى) په دې کې‬
‫توند او تېز باد دى چې د خپل رب په امر هر څه له منځه وړي‪)).‬‬

‫لوېديځوالو هم انګېرله چې امريکا به موږ ته د ژوند ټول نعمتونه راوړي نور به نو زحمت نه وي‪ ....‬خو دا دى د‬
‫دوى د اټکل پر خالف ‪ ،‬امريکا هم پاکستاين ولس او هم افغان ولس ته اور بل کړ او وينو چې هره ورځ لسګونه بې‬
‫ګناه هېوادوال وژين‪ ،‬په ناموس يې تېرى کوي او کومه نخره پاتې ده چې ويې نکړه‪ ،‬نيستي او غربت خپل وروستي‬
‫پړواوونه وهي‪ ،‬د هيچا رس‪ ،‬مال او ناموس خوندي ندى‪ ،‬لنډه دا چې امريکا باران نه بلکې توپان وخوت ‪.‬‬

‫په دې کتاب کې د برش د مدعيانو لخوا د بې ګناه ‪ ،‬مظلوم او کړيديل برش ته د سزا ورکولو‪ ،‬د هغوى د بې پته کولو‬
‫د انسانيت د سپکاوي ښه ريښتينى انځور کښل شوى دى ‪.‬‬

‫دا څرګنده ده چې لدوى رسه بنديان له دې پرته بله ګناه نلري چې د ځمکې پررسله الله ( ج ) پرته د بل چا جباريت‬
‫نه مني‪ ،‬د اوسنيو فرعونانو او منرودانو په وړاندې د تسليمۍ او سجدې رس نه ټيټوي ‪ ،‬او په همدې خاطر کړول‬
‫کېږي‪ ،‬ځورول کېږي‪ (( .‬وما نقموا منهم اال ان يومنوا بالله العزيزالحميد)) يعنى ‪ (( :‬او دوى ترې غچ نه اخيل‬
‫مګرپدې خاطر چې دوى يواځې په عزيز او حميد خدا ى( ج ) اميان لري ‪.‬‬

‫ښاغيل ضعيف هم له همدې په خداى ج مئينو کسانو او د الله ج د نور په ډيوه ستي پتنګ دى‪ ،‬دا کتاب دده د‬
‫خپلو سرتګو ليدىل حال او په ده تېرې شوې ترخې خاطرې دي ‪.‬‬

‫‪Download from: ketabton.com‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪10‬‬

‫پوره باور دى چې دامريکا دمتدن‪ ،‬دميوکراسۍ‪ ،‬پرمختګ‪ ،‬ازادۍ او دبرش دحقوقو په چېغو ډېر غوليديل او دلوېديځ‬
‫ژوندانه ډېر تږي به ددې امريکايې رساب په ليدلو ماړه او دوخت ددې لوى فرعون اصيل څېره به ورته ښکاره يش‬
‫نور نو درانه ضعيف صاحب ته په ده دتېرو شويو عذابونو او کړاوونو دا جرونو او په افغانستان کې دسوچه اسالمي‬
‫نظام دنفاذ دعاګانې کوم‪.‬‬

‫محمد حسن حقيار‬

‫‪ ١٥٣٠‬هجري ملريز دچنګاښ لومړۍ‬

‫‪Download from: ketabton.com‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪11‬‬

‫رسيزه‬

‫دټولو كايناتو څښنت پيدا كوونيك او پالونيك ته ثنا اود نړی سرت الرښود او دهغه وروڼو الرښوونكو اودكورنی ټولو‬
‫غړيو او وررسه ټولو ملګرو ته درودونه او سالمونه‪ ،‬دلوی متعال څښنت شكر كوم چی دلوی رحمت په بخښولو رسه‬
‫يې داوسنی نړی داستكباری قوت له خونړيو منګولو څخه سامل راويستم او نوی ژوند يې را په برخه كې اوله هغو‬
‫وروڼو څخه يو جهان مننه كوم چی زما په خويش كولو كې يي كوښښ كړی دی‪.‬‬

‫چون د نننۍ دنيا دتروريست او ويره اچونكو په نامه داستكباری قوت له خواديوويشتم قرن‪ ،‬تر ټولو دظلم اوبی‬
‫قانونه نېولو خوشې كولو لړی روانه کړې ده‪ ،‬اوپه ګوانتانامو كې يی دقانون خالف‪ ،‬دملل متحد‪ ،‬او برشی ادارو‪ ،‬له‬
‫اعرتاضونو رسه رسه دبی رسنوشته بنديانو ساتلو ته له قانونی محكمي پرته دوام وركړی دي‪ ،‬چی داخپله تر ټولو‬
‫لوی تروريستی عمل دی‪ ،‬چی زه هم ددغه ښامار په خوله كی دپاكستانی مخلصينو !!؟له خوا لويدلی وم‪ ،‬چی بيا‬
‫يی په ګوانتانامو كی ترستوين كښته كړم‪ ،‬چی تر دريو كالو اولسو مياشتو وروسته بيا افغان حكومت ته وسپارل‬
‫شوم‪.‬‬

‫ډېرو وروڼووغوښتل چی له دغه جريانه خرب شی‪ ،‬او د هغه مفصل بيان واوری او ډېرو وروڼودمباريك په ليدويك چي‬
‫راتلل‪ ،‬او ډېرو وروڼو دټيلفونونو په ذريعه رانه وغوښتل ‪ ،‬چی دا انځور څومره چی ژر ممكن وی وباسم‪ ،‬او وروڼو ته‬
‫يی تقديم كړم‪ ،‬ماهم دنا چاری له كبله د دغو وروڼو د ارزو پوره كولو په خاطر دغه لږ خاطرات دبيلګي په توګه‬
‫وليكل‪ ،‬الله (ج) دې وكړی چی دډېرو وروڼو سوالونه په كښی جواب شوي وی‪.‬‬

‫ګرانو او محرتمو لوستونكو كيدای شی‪ ،‬تاسو زما په ليكلی وړه ډايل كې څلورو څيزونو ته دلوستلو په وخت كې‬
‫ګوته ونيسی‪ ،‬اول داچې ډېر داسی ليكيل به ولولئ چی د ادبی پلوه پكښي نيمګړتياوي وی او كله خو به دامال‬
‫نيمګړتيا ولری‪ ،‬دا چی له يوي خوازه ليكوال نه يم‪ ،‬او دا اول ځل دی چی داسی ليكنی ته زړه ښه كوم‪ ،‬بل دا چې‬
‫كله ناكله دښه صحت احساس نكوم‪ ،‬اوله روحی مشكالتو رسه مخ كيږم نوهيله ده چې معذرت مو ومنئ‬

‫دويم دا چی ځينی ليكنی شايد څه ذهنی فشار ولری اوله لوستلو رسه يې ستا سوپه زړه يك هيښونكې څه پېداشی‪،‬‬
‫اويا په دماغ درته بوج راولی‪ ،‬اويا داچی ځينی لوستونكی ښايي اعرتاض وکړي چی ځينی مطالب دځينو رشايطو‬
‫مطابق بايد ذكر شوی نه واى‪ ،‬كه بالفرض داسی څه پيداشی زه ستاسو دفكر او نظر درناوی او احرتام كوم او په‬
‫ځای يی بومل البته زما رسه د دوو شيانو احساس ډېر اوډيردی‪ ،‬اول دا چې له مسلامنانو رسه په مختلفو نومونو او‬
‫دسيسو ناوړه كړه ونشی چی هغه دانسانيت له حده وتلی وی اود ځناورو تر حده بد چلند وررسه وشی‪ ،‬بل دا چی‬
‫دبرش د حقوقو په نامه بايد له مسلامنانو رسه درغلی او دوكه بربنډه او وغندل شی‪ ،‬اومسلامنه ټولنه بايدد داسی‬
‫دوه مخه شيطانت او په ګبني كې ګډو زهرو څخه ځان وسايت ‪ ،‬داسی پالنونوته ځري او ويښ واويس او مخه يې‬
‫ونيسی‪.‬‬

‫‪Download from: ketabton.com‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪12‬‬

‫دريم داچی په ليكلو كی به غليظ او شديد الفاظ ومومي چی دځينو لوستونكو په نظر به له اديب چوکاټه ويت اوپه‬
‫ځای نه وی‪ ،‬اوځينی لوستونكی يې شايد تعصب وبويل ‪.‬ګرانه لوستونكيه په الله (ج) قسم دی له چا رسه شخصی‬
‫تعصب نه ساتم‪ ،‬خودا ليكل به دوه مفهومه لری يودا چی زما شدت به زما دپوره مظلوميت مناينده ګي كوي چې‬
‫دهغودعمل په مقابل کې به زما عكس العمل اوددې الفاظو كارول به زما دپړسيديل زړه بوج كم كړي‪.‬‬

‫دويم دا چی په ټولنه كی هر سړی بايد په دی پوی شی چی هر سړی دخپلو اعاملو مسؤوليت لری هغه که هر‬
‫څوك وی‪.‬‬

‫څلورم په ليكنه كی د ځينو مملكتونو پاليسۍ اومنافقانه كړنو ته په زغرده اويا نا مستقيم ډول اشاره يا شديدالفاظ‬
‫كارول ياغندل‪ ،‬ددی معنی نلری چی ملت ته داسی څه ويل په كار دی‪ ،‬داسی نه ده ‪ ،‬بلكې زما ليكنه يواځی دهغه‬
‫وخت تر حكومتونو پوری محدوده ده اوبس‪ .‬زه په ګاونډي هېواد پاكستان كې‪ ،‬قريب دوه كاله دافغانستان دلوي‬
‫سفري او ځانګړي استازي په توګه په رسمي دنده ګومارل شوى وم‪ ،‬او دا هغه حالت وو چې نړيوالو په ځانګړي توګه‬
‫نااسالمي نړي دافغانستان داسالمي امارت موجوديت ددوى په اصطالح دخطر يو لوى عامل ګڼىل وو‪ ،‬چې دځينو‬
‫افغاين کړيوپه مرسته يې داسالمي امارت ختمولو ته بډي رانغښتې وي‪ ،‬او ددي كار لپاره يي په مختلفو الرو چارو‬
‫غور كاوه‪ ،‬داسالمي امارت دمخالفينو او په خارج كې دځينو غريب كلتور پلووافغانانو رسه‪ ،‬دامارت په نابودولو كې‬
‫يي مشوري او مجلسونه كول‪ ،‬او په خارجي هېوادونو كې يې‪ ،‬په يوه او يا بل نامه غونډي او كنفرانسونه جوړ ول‪ .‬په‬
‫افغانستان بنديزونه ولګيدل‪ ،‬دتجارانو په ځينو صادراتو وارداتو‪ ،‬دپور پر راكړه وركړه‪ ،‬په بانيك حسابونو‪ ،‬دحكومت‬
‫دچارواكو پر سفرونو‪ ،‬او دالوتكو په تجاريت پروازونو‪ ،‬هم بنديزونه ولګيدل چې ټول ملت يې له كړاوونو رسه مخ كړ‪،‬‬
‫دا زما په ژوندکی ماته تر ټولو ستړى اوستومانه حالت وو‪ ،‬چې دپاكستان دحكومت په دوه مخي سياست بيا تردي‬
‫ټولو زيات ځوريدمل‪ ،‬چې له يوي خوا به يې دمقدس جهاد خربي كويل‪ ،‬او له بيل خوايې خپل هوايي ډګرونه‪ ،‬او‬
‫استخبارايت پټ معلومات ‪ ،‬امريكايانو ته دمظلومو افغانانو دوژلو‪ ،‬اودافغانستان دورانولو لپاره وركول‪.‬‬

‫خو دا هرڅه وشول‪ ،‬زه ددغه دوه كلن مسؤوليت په وخت كې دحكومتي چارواكو‪ ،‬او عامه خلكو رسه ډېر ناست ‪،‬‬
‫او والړ يم‪ ،‬دپاكستان عام وګړي ‪ ،‬اسالمي احزاب اومطبوعات ‪،‬اسالم خوښه مسلامنان دي ‪ ،‬چې له اسالم رسه پوره‬
‫مينه لري‪ ،‬دپاكستان اوپه ځانګړي توګه دمرشف ددغه ناروا عمل خالف وه‪ ،‬او ډېري هيل ځيل يې كويل چې پاكستان‬
‫دايس عمل بايد ونكړي چې دتلپايت كاونډي هېوادپه ضد دايس كار نامه تر رسه كړي‪ ،‬چې دتاريخ لپاره يې په تندي‬
‫تور خال پايت يش‪ ،‬او له بل پلوه پخپله ورته هغه څه پيښ يش چې دګاونډي لپاره يې غواړي‪ .‬مكوه په ما‪ ،‬چې وبه‬
‫يش په تا‪.‬‬

‫دپاكستان ولس له افغانستان رسه ډېري نيكۍ او ښيګړي كړي دي او په تري تاريخ كې يې وررسه د ورور غوندي‬
‫سلوك كړي دی‪ ،‬دپاكستان خلكو چې داسالمي اخوت او ورورويل له كبله كوم محبت له دطالبانو رسه درلود او‬

‫‪Download from: ketabton.com‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪13‬‬

‫تردوى وړاندي يې دمجاهدينو رسه درلود اوتراوسه مهاجرينوته يې په خپل كوريك ځاي وركړي‪،‬ځانګړي قدر او‬
‫ارزښت لري ډېر وروڼه او خوندي ما وليدلې چې دپاكستان دحكومت دپالييس خالف يې له طالبانو رسه سرتي‬
‫همكاري كويل او لويي مظاهري يې كويل‪ ،‬حتی ښځو به دخپلو ګاڼو تحفي چې تر ډېرو شيانو ورته محرتمي دي‬
‫طالبانو ته وركويل ما دا ليديل چې جوايل غريب به هم خپل په اندازه كمك كاوه چې دا زما لپاره ډېر په زړه پاتې‬
‫انځور دي‪ ،‬زه دهغه ټولو مسلامنانو لپاره چې له افغانانو رسه يې په غم کې ځان رشيك كړي‪ ،‬او وررسه يي الهي مينه‬
‫كړي‪ ،‬له لويه خدايه ورته په دنيا او اخرت كې لوی اجر غواړم‪ .‬كه الله (ج) په ما رحمت وكړي‪ ،‬په ورځ دمحرش به‬
‫زه ددغو وروڼو او خويندو چې زموږ په غم يې ځان خرب كړي‪ ،‬شاهدي وركوم انشاء الله‪.‬‬

‫دپاكستان دديكتاتورانو او ځينو اجنټانو ناروا كړين‪ ،‬او پالييس هغه قربانۍ نيش له منځه وړىل چي دپاكستان ملت‬
‫تريولسيزويك كړي دي‪.‬‬

‫زه پخپله له هغه ټولو مسلامنانو وروڼو او خويندو څخه ډېره مننه كوم چی ديرغلګرو ديرغلونو په وړاندی يی له موږ‬
‫رسه ترخپل وسه همكاری كړيده‪.‬الله (ج) مودی لدی څخه له سختو ابتالګانو وساتی اود وروستۍ زمانې ناوړه فتنی‬
‫او دفساد خپروونكی ا ذهانو زهرجن پالنونه دی الله ج په خپل لوی فضل زموږ په پاک افغانستان او ټولی اسالمی‬
‫نړی نه خپر وی‪.‬‬

‫والسالم‬

‫په درناوي‬

‫مال عبدالسالم (ضعيف)‬

‫‪Download from: ketabton.com‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪14‬‬

‫زما خوب‬

‫دنيولوڅو ورځي مخكې مې خوب ليده چې ډېر وحشت ناك غوندي وو‪ ،‬په خوب كې مې وليدل چې خپل سكني‬
‫ورور مي رايش‪ ،‬په الس كې يې دقصابانو لويه او تريه چاړه وي‪ ،‬په مخ يي دقهر او غصې نښي ښكاريدي او په ډېر‬
‫قهر او غصه وو‪ ،‬ما ته ښه نژدې راغی او لويه چاړه يې په الس كې تاو راتاو كوله‪ ،‬ماته يې نيغ نيغ كتل‪ ،‬كله چې ښه‬
‫نژدې راغي او ښه نژدي راته ودريده‪ ،‬په نرمه لهجه رسه يې راته وويل‪ :‬وروره زه ددې لپاره راغيل يم چې تا په دغه‬
‫چاړه رسه حالل كړم‪ ،‬دواړه لستوڼي يې رانغښتي وو‪ ،‬زه حريان وم او كله مي هم دا باور نه راتله‪ ،‬چې زما سكني ورور‬
‫به دداسې بدۍ او ناروا ارادي ټكل كړي وي‪ ،‬له بل پلوه ما كله هم له دې ورور رسه بد سلوك نه وو كړي او نه مي‬
‫كله بد ورته رسويل وو او نه مې دده دخفه كيدو هڅه كړي وه او ډېر ځله به مي ويل‪ ،‬چې څه ټوكه به كوي او يا به‬
‫رواين ناروغي ورته پيدا شوې وي‪ ،‬خو دده په ډېر ارصار رسه مطمنئ شوم چې‪ ،‬دزړه له كومي هم دا اراده لري‪ ،‬ما‬
‫دځان رسه فكر كاوه چې مرش ورور كه په دې رسه خوشحاليږي‪ ،‬بايد دا ارزو يې زه پوره كړم او كه په قناعت رسه‬
‫بريايل نه شم نو به غاړه ورته كښېږدم او مقاومت به وررسه نه كوم‪ ،‬په ډېره نرمي رسه مې ورته وويل وروره ما‬
‫هيڅكله هم تا ته بد نه دي رسويل چې انتقام راڅخه واخيل او نه مي ستا په خالف كوم كار كړي‪ ،‬څه سبب دی‬
‫چې تا دايس غري رشعي ټكل كړي دی‪ ،‬خو ونه توانيدم چې قناعت وركړم باالخره ورته مې غاړه كښيښوده او ورته‬
‫ومي ويل‪ :‬وروره څه چې دي اراده كړي هغه پوره كړه خو بيا هم په دي مته وم چې‪ ،‬كيداي يش تردې نيت ترييش‬
‫او رحم يي په زړه كې رايش‪ ،‬ځان مې ورته په ځمكه واچاوه او قرباين ته چمتو شوم‪ ،‬ورور مي يب له دي چې رحم‬
‫راباندي وكړي‪ ،‬په غاړه يي د قصاب لويه چاړه راكښيښوده او په بيړه رسه يي حالل كړم‪ ،‬دا خوب مي هغه مهال‬
‫وليد‪ ،‬چې پنځه شپږ ورځي وروسته پاكستاين رستريو زما كور له څلورو لورو څخه محارصه كړ‪ ،‬خو ما دا حال تردې‬
‫دمه نه چاته و ويلې او نه يې خپله په تعبري پوهيدم‪.‬‬

‫بسم الله الرحمن الرحیم‬

‫قالت ان امللوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلةج وکذلک یفعلون‪ .‬االیة‬

‫ترجمه‪ :‬نو وویل بقلیس چه بیشکه باچاهان هر کله چه ننوزی په کوم کلی په غلبه او قهر رسه خرابوی دوی هغه‬
‫کلی او ګرزوی عزمتند دوسدونکو دکلی ذلیله او خوار همدارنګه کوی‪.‬‬

‫‪Download from: ketabton.com‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪15‬‬

‫كړيدىل انځور‬

‫د ميالدي كال ‪ 1001‬دجنورۍ دمياشتي دوهمه وه چې دپاكستاين مقاماتو دنوي كال د مراسمو لړۍ ختمه شوه‬
‫او شپه تريه شوې وه‪ ،‬په خپل كور كې مې دكورنۍ له غړو رسه دمعمول په څري ژوند كاوه او د خپلو وركو وروڼو‪ ،‬او‬
‫شهيدانو‪ ،‬چې ديب رحمه دوستم الس ته دپنا په اميد لويديل وو په لټون وم‪ ،‬او له ځينى مختلفو مراجعو څخه مي‬
‫دمرستي هيله كوله ‪.‬‬

‫واقعاً له خپل برخليک نه ناخربه وم‪ ،‬او بل دا چې ددايس لوي غم او مصيبت په پيښېدلو راڅخه دخپل ځان غم هري‬
‫و‪ ،‬او په دي لټه كې وم‪ ،‬چې دشامل وروڼه به په څه شكل خپلو كورونو ته سامل ورسيږي‪ ،‬او څنګه به د غائبو وروڼو‬
‫دكورونو رسه متاس ونيسو‪ ،‬او څنګه به د بې كوره شوو افغانانو په درد ځان خرب كړو‪،‬قريب ‪ 8‬بجي وی چې ناڅاپه‬
‫د كور ساتندويانو خرب راوړ ‪ ،‬وامې وريدل چې يوڅو تنه پاكستانيان مالقات ته راغيل او ځانونه حكومتي مامورين‬
‫معريف كوي‪.‬‬

‫كله چې زه دميلمنو لپاره هغه كوچني كوټې ته ورغلم چې دمعمول په څري به موږ نابلده خلك پكښي ليدل او ومي‬
‫ليدل‪ ،‬چې درې كسه چې يو يې پښتون و چې ځان يې دګلزار په نامه معريف كړ او دوه نور كسان چې اوردو ژبې و‬
‫په چوكيو كې ناست و ‪ ،‬ما سالم وكړ او ښه راغالست مي ورته ووايه‪ ،‬السونه مو رسه ونښلول او كښيناست‪،‬و وروسته‬
‫مي دچاي مناسبت وكړ او دوي ته مي انتظار كاوه چې دڅه پيغام رسه مله دي‪.‬‬

‫په دوي كې يو نفر وو چې طبيعي حالت يي دتعصب او دكركې ډك معلوميده ‪ ،‬تور مخ‪ ،‬برداره او پړسېديل لويې‬
‫شنې شونډې‪ ،‬او پړسېديل خېټه‪ ،‬او ځړېدىل جج لكه تازه چې ددوزخه استازی راغيل وي په ډېره يب احرتامي يې په‬
‫خربو پيل وكړي اوويې ويل (يور ايكسليسني يوار نو مور ايكسليسني)‬

‫)‪( your Excellency you are no more Excellency‬يعني ډېر محرتمه ته نور محرتم نه يې دا هغه الفاظ دي‬
‫چې دډېری دښمنۍ او تعصب له مخی استعامليږی اود ډېر يب عقلو ترخولو وزي او كله يې هم رضورت نه ليده‬
‫كيده‪ ،‬او يواځې يې دتعصب او دښمني څرګندونه كوله‪ ،‬بيايې وويل‪ :‬چې ته پوهيږي امريكايان يو لوي سوپر طاقت‬
‫دی‪ ،‬او څوك يې مقابله نيش كويل‪ ،‬او نه يې خربه ورګرځوالي يش نوهغوي تاته رضورت لري چې تحقيق درڅخه‬
‫وكړي‪ ،‬زموږ دراتګ موخه همدغه ده چې تا امريكايانوته تسليم كړو‪ ،‬او هغوى زموږ څخه رايض يش اوپاكستان هم‬
‫له خطره بچ شی‪.‬‬

‫په ځواب كې مې ورته وويل‪ :‬چې داخربه خو سمه ده چې امريكايان ستاسو په اصطالح سوپر طاقت دي‪ ،‬خورسه‬
‫ددی په دنيا كې قانون او اصول شته چې دهغي له مخي دنيا ټويل چاري پر مخ بيايې نو په كومو اسالمی‬
‫اوغرياسالمی مروجه اصولو تاسو له ما رسه دايس معامله كوئ او دكوم قانون له مخي تاسو مجبور ياست چې ما‬

‫‪Download from: ketabton.com‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪16‬‬

‫امريكايانو ته تسليم كړئ‪ ،‬ستاسو حق خو يواځې دادي چې ما ته ځواب راكړئ‪ ،‬او مهلت راكړئ چې زه ستاسو هيواد‬
‫پريږدم او بس‪ ،‬خو دا لوغړن او كرغيړن او يب رحمه مزدور په ډېرې سپني سرتګۍ رسه راته وويل‪ :‬چې زموږ رسه‬
‫نن اسالم او قانون مطرح نه دي او يواځې دپاكستان ګټي مطرح دي او بس‪.‬‬

‫كله چې ما ددوي سلوك او وضعيت درك كړ ‪ ،‬معقوليت او دالئلو هيڅ ګټه نه رسوله مجبورا ً ساكت شوم او ورته مي‬
‫وويل‪ :‬چې څه غواړئ هغه وكړئ موږ اوس ستاسو په الس كې يو بې له يو پروردګاره بل څه نه لرو او پر هغه مي‬
‫توكل دى‪.‬‬

‫وروسته دوي وويل‪ :‬چې تر ‪ ۲۱‬بجو پوري په كور كې اوسه‪ ،‬او وروسته به تا پيښور ته انتقال كړو خو زما كور څلور‬
‫طرفه محارصه و‪ ،‬او دوتلو هيڅ الره يې نه وه اونه می داميد اوکمک مرجع درلودل‪،‬دتلفون دالری می دپاکستان‬
‫خارجه وزارت رسه متاس ونيو خومسوولومقاماتودجواب نه ډډه وکړه‪.‬‬

‫له كوره اېستل‬

‫پورتني راغيل پالوي دكوره له ا ېستلو مخ كې راته وويل چې موږ تا پيښور ته انتقالوو چې هلته به ته زموږ رسه اويس‬
‫او رصف امريكايان به درڅخه تحقيق كوي‪ ،‬او كيداي يش وروسته تر لسو ورځو بريته خپل كور ته رايش‪ ،‬هم دايس‬
‫اطمنان يې زما كور او فاميل ته وركړى و چې تر هغه وخته چې زه لدوى رسه په توقيف كې يم‪ ،‬زما دفاميل لپاره به‬
‫داوسيدلو ځاي‪ ،‬او مرصف وركوي خو دا هرڅه په هغه ځاي پايت شول ‪ .‬ديادوين وړ ده چې په دغه وخت يك ما د‬
‫لسو‪۲۱‬مياشتو ويزه درلوده‪ ،‬او دپاكستان دبهرنيو چارو وزارت هم راته رسامً مكتوب را ليږيل و‪ ،‬چې زه تر هغه وخته‬
‫په پاكستان كې اوسيديل شم تر څو په افغانستان كې رشائط عادي كيږي‪ ،‬او هم مي دملل متحد هغه مكتوب درلود‬
‫چې په كې ذكر شوي وو‪ ،‬چې ددي مکتوب لرونيك يو اهم شخصيت دي او دده دشخصيت بايد احرتام ويش او‬
‫څوك وررسه غرض ونكړي‪ ،‬چې مطلب يې پاكستاين مقامات وو ‪.‬‬

‫څه دپاسه دولس بجي وي چي دري موټره دكور مخي ته ودريدل‪،‬او راتلونيك الري يې بندي كړي دخلكو او موټرو‪،‬‬
‫تګ او راتګ يې ودراوه‪ ،‬او هغه ژورنالستان يې چې غوښتل يې دغه صحنه وويني او دپاكستان دغه ناروا‪ ،‬او ظاملانه‬
‫عمل نړۍ‪ ،‬او په تريه بيا مسلامنانو ته وښيي نه پريښودل‪ .‬ان تردې چې دلېدلو فرصت هم ورنه كړل شو ‪ ،‬ماته يې‬
‫دراوتلو امر وكړ‪.‬‬

‫زه په داسی حال كې له كوره راووتم چې بچيانو مي چيغي وهيل او پاكستاين عسكرو چې داسالم دفاع خپله موخه‬
‫ښيي ديوه مسلامن ميلمه چې هيڅ جرم نلري هيڅ قانون جواز نه وركوي‪ ،‬رصف د نامسلامنو دخوشحالولو‪ ،‬او ديوڅو‬
‫پيسو لپاره كفارو امريكايانو ته ډالۍ كړي‪ ،‬دقران‪ ،‬او اسالم‪ ،‬دود‪ ،‬او عنعني دغريت‪ ،‬او شهامت‪ ،‬دضيافت ‪،‬او ميلمه‬

‫‪Download from: ketabton.com‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪17‬‬

‫پالني‪ ،‬دميل‪ ،‬او بني املليل‪ ،‬قوانينو داسالمي اخوت درحم‪ ،‬او شفقت په خالف دايس ناروا جرئت وكړې‪،‬په هرصورت‬
‫له كوره راووتم او حريان وم چي ويل دايس ظلم ويش‪ ،‬اوويل څوك نشته چې ددايس ظلمونو مخه ونييس‪ ،‬هغه دبرش‬
‫حقوق‪ ،‬او بني املليل قوانني‪ ،‬هغه ددميوكرايس او ديپلومايس حقوق څه شول‪ ،‬په هر صورت له كوره دباندي لږ‬
‫شيبه ودرول شوم‪ ،‬او ما دكور په طرف خپلو ماشومانو ته د كتلو جرئت نشو كوالي اونه می دتسلی اوازياپيغام‬
‫ورکولی شوای‪ .‬بيا په هغه موټر كې كښېناستم چې ما يې هيڅ كله توقع نه كوله‪ ،‬او دپاكستان له مقاماتو څخه مي‬
‫چې ځانونه يې زمونږ وروڼه‪ ،‬او خالص مسلامنان معريف كول‪ ،‬او كله كله خو به يې د مقدس جهاد خربي هم ترخولې‬
‫ايستيل دايس اميد نه درلود‪.‬‬

‫زه د منځ په موټر كې سپور كړل شوم چې يو امنيتي موټر مخ ته روان وو او بل يعني دويم تر شا بدرګه كاوه‪ ،‬هغه‬
‫موټر چې زه په كښي وم دبيخي تورو ښيښو درلودونيك وو چې نه ما څوك ليديل شواى‪ ،‬او نه زه چاليدالي شواي‪،‬‬
‫او امنيتي دای ايس ای ‪ IS.I‬كسان هم په دي موټر كې و ‪ ،‬چې البته اسلحه وررسه نه وه او نور دوه موټره مسلح‬
‫كسان و ‪ ،‬او ټوله الر په همدي موټر كې موزيك چې ښځو په اردو ژيب سندرو بدرګه كاوه وږ وږ جوړ كړي و‪ ،‬دا‬
‫ددې لپاره چي ماته څه ازار راكړي ځكه دوي پوهيدل چې دا درشيعت او دين خالف كار دي او دي ورباندي‬
‫ځوريږي‪.‬‬

‫په الريك مي دملانځه كولو غوښتنه وكړه ځكه چې ملونځ په قضاء كېدو شو‪ ،‬په جواب كې مي واوريدل چی پيښور‬
‫كې به يې وكړي او په څو كرته مې تكرار كړل ګټه يې ونه كړه‪ ،‬او نه يې ماته وخت راكړ چې فرضيت په ځاي كړم‬
‫او نه يې دوی پروا وكړه ‪.‬‬

‫پېښور ته په رسېدو هغه دفرت ته ننويستل شوم چي ما فكر كاوه چی دپاكستان دڅارګرۍ دفرت به وي يعني ‪IS I‬‬
‫خو اوس هم مطمنئ نه يم چې دا به كوم ځاي وو هلته ددفرت يوي ځانګړي كوټې ته راهناميې شوم چې دښكلو‬
‫ميزونو او چوكيو درلودونيك و‪ ،‬او دپاكستان بريغ‪ ،‬او دجناح عكس هم د ميز پر رس پراته وه‪ ،‬يو پښتون سړي په‬
‫څرخنده چوكې كې ناست وو يو طرف او بل طرف ته يې دچوكې په ګرځولو حركت كاوه‪.‬‬

‫دغه سړي چې ميانه قد يې درلود او ږيره يې خرييلې او لوڅ رس و‪ ،‬سپني چيك پاكستاين كلتوري جامي يې په تن‬
‫وي‪ .‬مخي ته راغى او ويې وويل‪ ،‬ډير ښه راغيل محرتمه زه فالنىك يم‪ ،‬ددغه دفرت مسؤول يم‪ ،‬ته زمونږ رسه ميلمه‬
‫يې او دايس ميلمه يې چې خوښ مو يې او درباندي خوشحاله هم يو‪،‬خو زه نه پوهېدم چې ددي ټكو به څه معنا وه‪.‬‬

‫او په ذهن كې مي وګرځېدل چې داسړي په خپل قول كې صادق دى‪ ،‬خوښ او خوشحاله ځكه شو چې په ښو پيسو‬
‫ورته خرڅيږم‪ ،‬دوی هغه څوك دی چی انسانان د مالونو په څري پلوری دلوړ قيمت مال دهر چا خوښ او پري‬
‫خوشحاليږي‪ ،‬كه نه انسان خو قيمت نلري‪ ،‬او نه يې څوك پلوري خاصتاً په شلمه‪ ،‬او يوويشتمه پيړۍ كې‪ ،‬خو د‬

‫‪Download from: ketabton.com‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪18‬‬

‫پاكستان حكومت دا دظلم او انسان پلورين بازار تر اوسه هم تود او ګرم ساتيل دى دمسلامن خرڅول دډالرپه بدل‬
‫روااوجهادبولی‪.‬‬

‫‪Download from: ketabton.com‬‬


Get more e-books from www.ketabton.com
Ketabton.com: The Digital Library

You might also like