Professional Documents
Culture Documents
(د روژي شل ۲۰ مسایل
(د روژي شل ۲۰ مسایل
لومړۍ :کله ،چې روژه فرض شوه؛ نو انسان لپاره خپله خوښه و ،چې روژه نيسي او که د روژې
نيولو پر ځاى فديه ورکوي.
دويم :په دويمه مرحله کې د روژې فرضيت به د ويده کېدلو څخه پيل کېده ،که څه هم يو شخص به
د شپې لخوا ويده شو.
درېيم :په درېيمه کې د روژې نيول د سبا (فجر صادق) څخه پيل او د لمر تر ډوبېدو پورې دوام
کوي ،چې د شپې پر مهال د انسان لپاره خوراک ،څښاک او د خپلې بي بي سره جماع کول روا دي.
زاد المعاد ، ١/٢٢٧کې ليکي د درېيمې مرحلې روژه د قيامت تر ورځې پورې دوام لري .په
بخاري کتاب کې د براء ابن عازب (رض) حديث نمبر ١٩١٠وګوره ،او د ال ډېرې پوهې لپاره
تفسير ابن کثير ( ١/٣٠٢ط بېروت) وګورئ.
:٤ناروا( حرامه) روژه يانې په دغو ورځو کې روژه نيول هللا پاک حرامه ګرځولې ،لکه :د کوچني
او ستر اختر په ورځ روژه نيول ،همدارنګه د ستر اختر د دويمې ،درېيمې او څلورمې ورځې روژه
نيول ناروا دي چې ديته ايام التشريفق وايې .د تل لپاره روژه نيول چې يوه ورځ هم نه افطار نکوي،
او دوه ،درې ...ورځې پرلپسې روژه نيول چې صوم وصال ورته وايې ناروا دي .فقه السنة
٣٩٧-١/٣٩٣او مشکوة المصابيح کتاب الصوم .
پينځم بحث :د روژې د نه نيولو ګناه:
هر څوک چې د روژې فرضيت څخه انکار کوي؛ نو کافر او مرتد بلل کېږي ،او هغه څوک چې د
رمضان روژه فرض ګڼي او نه يې نيسي؛ نو دا د کبيره ګناه مرتکب دى او دغه کار فسق ،فجور او
معصيت دي .رسول هللا فرمايې ( چا چې د رمضان مبارکې مياشتې يوه روژه قضدًا او بې له شرعي
عذره وخوړله؛ نو کچيرې ټول عمر روژه ونيسي؛ نو د يوې قضا شوې روژې ثواب نه شي پوره
کولى .مشکوة المصابيح ( )٢٠١٣بخاري ترجمة الباب)
د ابن عباس څخه په يو روايت کې راغلې ،چې اسالم پر درېيو شيانو بناء دى ،يانې د اسالم اساسات
درې دي ،چا چې يو پرېښود؛ نو کافر دي( ،د مسلمانانو امير به يې وينه تويوي)
: ١ددې خبرې ګواهي ورکول ،چې اله ،معبود او د عبادت حقدار يوازې هللا دى ،بل هيڅوک نشي
کېدلى.
:٢د فرض لمونځ ادا کول :٣ ،د رمضان د مبارکې مياشتې روژه نيول.
رواه ابويعلى والديلمي وصححه الذهبي فقه السنة ١/٣٨٤
عالمه ابن القيم رحمة هللا فرمايې ،چې د روژې اصلي موخه د هللا(جل جالله) سره مينه ،محبت او د
هغه رضا حاصلول دي ،همدارنګه روژه د هللا (جل جالله) او بنده تر منځ يو خاص او پټ راز
دى،چې بل څوک پرې نه پوهېږي .بې له هللا (جل جالله) څخه ،چې دغه انسان خوراک ،څښاک او
جماع نه کول يوازې د هغه لپاره پريښي چې په دې خبره انسانان او بني ادم نه خبرېږي ؛ نو ځکه
وايو ،چې د روژې هدف د خوراک څښاک او د جماع د شهوت کنترول او برابرول دي،چې انسان
په دغه مياشت کې د اخرت او جنت د نعمتونو د الس ته راوړلو لپاره تيار او وروزل شي ،او د
روژې بل هدف انسان ته د وږو ،مسکينانو ،بنديانو ،مجاهدينو او مهاجرينو د حال يادونه کوي،چې
پر خپل ځان د شيطان الرې بندې کړي ځکه کله ،چې خوراک او څښاک کنترول شي؛ نو وينه او د
وينې رګونه کنترول او د شيطان الرې بندې او تنګې ش ،چې په پايله کې روژه د انسانانو لپاره د
شهواتو او شيطان په مقابل کې واګي او ډال ګرځي ،چې د ګناهونو نه پرې ځان د هللا په مرسته
ساتي .روژه د نيکانو لپاره د باغيچې مثال لري ،چې يوازې د هللا )جل جالله) لپاره تر سره کېږي.
زادالمعاد ١/٢٢٦
د روژې ګټې :
َّتُق َت ُكَّل َل ُك َق َّل َل ُك َك ُك َل ُك ُن َّل َأ
هللا تعالى فرمايېَ{ :ي ا ُّي َه ا ا ِذيَن آَم وا ِتَب َع ْي ُم الِّص َي اُم َم ا ِتَب َع ى ا ِذيَن ِمْن ْبِل ْم َع ْم وَن }
[البقرة ( ]183 :سورة البقره (١٨٣
ژباړه( :اى مومنانو! فرض شوې ده په تاسو لکه چې په مخکنيو مسلمانانو فرض شوې وه .ددې
لپاره چې په تاسې کې تقوا او پرهيز ګاري پيدا شي(
قرطبي په ٢جز ٢١٠مخ کې ليکي چې په يهودو او نصارو يوه يوه مياشت روژه فرض وه .خو
دوى بيا په کې زياتوالى راوستو .او د مجاهد څخه قرطبي نقل کوي چې روژه په هر امت فرض وه.
او تشبيه په نفس فرضيت کې دى.
د روژې نيولو پنځوس ګټې .او د نه نيولو پنځوس زيانونه چې دا ګټې انسان له السه ورکوي.
:١د روژې په هره شپه کې هللا تعالى ځېنې بنده ګان د اور څخه خالصوي( .مشکوة )١٧٣
:٢د روژې په راتللو سره د دوزخ دروازې بندېږي( .مشکوة (١٧٣
: ٣د روژې په مياشت کې د ليلة القدر شپه شتون لري چې د زرو مياشتو څخه غوره ده.
:٤د روژې اجر د نورو عملونو څخه زيات دى چې د ١٠څخه تر ٧٠٠پورې اجرونه ورکوي.
:۵روژه نيوونکي لپاره خوشحالي ده د روژه ماتي په وخت کې.
:۶روژه نيوونکي لپاره خوشحالي د قيامت په ورځ کې چې د هللا تعالى سره لېدنه کوي.
:۷د روژ ه نيونکي خوله ښايسته بوي کوي.
: ۸د روژ ه نيونکي د خولې خوشبوئي د هللا تعالى په وړاندې د مشکو د خوشبوئي څخه ډېره خوښه
ده.
:۹روژه د شيطان لپاره ډال دى.
:۱۰روژه باطلو ته ډال دى.
:۱۱روژه د دوزخ د اور لپاره ډال دى .
:۱۲روژې سره انسان د بدو خبرو او شور څخه بچ کېږي.
:١۳روژې سره انسان بدو ردو او جنګ څخه بچ کېږي.
:١۴روژه نيونکى به جنت ته د باب الريان دروازې څخه ننوځي .مکشوة المصابيح ١٧٣
:١۵د روژې په راتللو سره شيطانان او پيريان تړل کېږي( .مشکوة (١٧٣
:۱۶د روژې په راتللو سره د جنت دروازې خالصېږي( .مشکوة (١٧٣
: ۱۷په روژه کې د هللا تعالى له لورې اعالن کوونکي اعالن کوي .چې اى د خير غوښتونکيه! د
خير غوښتنه کوه .او د شر غوښتونکيه! د شر څخه ځان وساته) .مشکوة (١٧٣
:۱۸د روژې مياشت د برکت او د خير مياشت ده ( .چې انسان ته په روژه نيولو حاصلېږي)
(مشکوة (١٧٣
:۱۹روژه د مسلمانانو لپاره شفارس کوي چې هللا تعالى دا بنده وبښه( .مشکوة (١٧٣
: ٢۰رسوهللا (ص) فرمائي :چې هر هغه انسان چې روژه ونيسي .د ايمان له کبله او د ثواب د
غوښتلو له کبله ؛نو مخکني ګناهونه يې بښل کېږي( .بخاري ،مشکوة (١٧٣
:٢۱د روژې نـسبت هللا تعالى ځانته کړى چې دا زما لپاره ده.
:٢۲روژه کې نفل عبادت هللا تعالى په فرضو عبادتونو سره قبلوي( .مشکوة (١٧٣
:٢۳روژه کې فرض عبادات هللا تعالى په ٧٠عبادتونو قبلوي( .مشکوة (١٧٣
:۲۴روژه د صبر مياشت ده .او د صبر ثواب او بدله جنت دى( .مشکوة (١٧٣
:۲۵روژه د همدردۍ او احساناتو مياشت ده ( .د فقيرانو مسکينانو ،کونډو ضعيفانو سره) (مشکوة
(١٧٣
:۲۶د روژې په مياشت هللا تعالى دمومن رزق زياتوي ( .کله په مقدار سره کله په کيفيت او برکاتو
سره ) (مشکوة ( ١٧٣
: ۲۷روژه ماتى ورکول روژه دار انسان ته په دې سره کناهونه بښل کېږي او نفس د اور څخه
خالصيږي .او په دې سره د روژه نيونکې په اندازه ثواب دى( .مشکوة (١٧٣
: ۲۸هر انسان چې روژه دار موړ کړي .هللا تعالى به د داسې حوض څخه اوبه ورکړي .چې بيا به
نه تږى کېږي .تر دې چې جنت ته ننوځي( .مشکوة (١٧٤
:۲۹دروژې مياشت اول يې رحمت منځ يې بښل او اخر يې د اور څخه خالصون دى( .مشکوة
(١٧٤
: ٣۰روژه دار ته په اخري روژې نيولو سره ګناهونه بښل کېږي لکه مزدور ته چې مزدوري په
اخر کې ورکول کېږي .او دا يوازې د ليلة القدر شپې پورې ځانګړې نه ده.
: ۳۱روژه د هللا تعالى او بنده تر منځ يو راز دى .چې دا راز بل چا ته نه ښکاري .د هللا تعالى
څخه پرته نورو ته او نور عبادات خو ښکاره وي .قرطبي ٢٠٩ –٢
:۳۲رسول هللا (ص) فرمائلي دي :هر انسان چې روژه ونيسي يوه ورځ د هللا تعالى د رضا لپاره او
په دې سره يې خاتمه وشي .نو دا به جنت ته داخل شي .رواه احمد الترغيب والترهيب ١٤١٠مخ
وصححه اﻻلباني.
: ۳۳رسول هللا (ص) فرمايلي دي هر هغه انسان چې روژه ونيسي د هللا په الره کې نو د دوزخ اور
به ترې د سلو کلنو په مزل لرې وي .الترغيب والترهيب و صححه اﻻلباني.
: ۳۴رسول هللا (ص) فرمايلي دي چې د روژې په شپه او ورځ کې انسان هللا تعالى د دوزخ څخه بچ
کوي .او د مسلمانانو دعا قبلوي .الترغيب والترهيب و صححه اﻻلباني.١٤٤٢ .
د ځاى د کمښت المله مو ټولې ګټې نه شوۍ يادولې.
اووم بحث :د انسان پر نفس باندې د روژې اغېز
ابن القيم رحمه هللا په خپل کتاب کې زاد العماد کې فرمايې چې پر نفس او بدن باندې د روژې اغېز
ډېر عجيب دى ،چې څوک پرې پوه شي ،هغه دا چې روژه د انسان د بدن غړي او قوتونه د فاسدو
غزاګانو او د هغې د خرابو اجزاوو څخه ساتي ،چې د انسان د هاضمې جهاز او رګونو د پاکلوالي
المل ګرځي،چې په پايله کې د زړه او معدې څخه بوج کمېږي ،چې دا ټول د انسان د روح ،روغتيا
او اندامونو د سالمتيا المل ګرځي ،چې سالم او قوي اندامونه انسان سره د تقوى په خپلولو او د هللا
(جل جالله) په عبادت او راضي کولو کې مرسته کوي .دا ځکه چې د انسان اړيکې او اړوند د
خواهشاتو څخه پرې شي او يوازې د هللا پاک عبادت ته متوجه شي .زادالعماد١/٢٢٦