Professional Documents
Culture Documents
مدیریت ومشرتوب کتاب
مدیریت ومشرتوب کتاب
مدیریت ومشرتوب کتاب
مسووليت ومنئ؛ چې خلك درته مسووليتونه دروسپاري ،ښاد او روغ پاتې شئ .د خپلو
كارونو او ژوند لپاره د بدوالي او ښه والي په ګډون مسووليت ومنئ ،چې د مشرتابه مقام
ته ورسېږئ او له هغو كسانو څخه واوسئ چې نور خلك درباندې ډاډه شي اودا به
ستاسو بدله دركړي.
دانيل ميچام
له (معجزهء اعتماد به نفس) نومي كتاب څخه
د دندو په شننو كې د "مدير" او "مشرتابه" نومونه په يوه مانا كارول كېږي ،كېدى شي
تاسې يو له دغو سرليكونو څخه په ځان كې ولرئ ،خو هېڅ يو په خپلسري ډول ستاسو
مشري نه كوي.
"رهبر" سرليك بايد د خلكو په هڅونو او د ښه كار په ترسره كولو سره السته راوړو ،يو
بريمن رهبر د خپل سازمان په وړاندې متعهد دى او هغه تعهد په خپلو پلويانو كې هم
روزي.
بريمن مشر:
-خپله دنده او مسووليت په ژوره توګه پېژني.
-د روانوپرمختګونو ،تګلورو او تيوريو په خوا كې اوسېږي.
-د هغه خپل خلك د هغوى ځواك ،كمزورۍ ،هيلې او موخې پېژني.
-د خدمت او برياليتوب په برخه كې له نورو سره ګډ تصور او ليدلورى لري.
-په خبرو او كارونو كې د خپل شخصيت ځواك څرګندوي.
د مشر او پلويانو ځانـګړتياوې:
مشر پلوى
ښه اورېدونكى ښه ويونكى
په واك كې تر واك ليرې
هوډمن شكمن
زړه بايلونكى خودبينه
ستونزغوڅوونكى ستونز جوړوونكى
خوش بين بدبين
امتياز وركوي امتياز اخلي
له مسايلو سره مخامخېږي له مسايلو څخه ليرېوالى مومي
نېغې خبرې كوي نا نېغې خبرې كوي
تېروتنې مني نور خلك ترټي
وايي" هو!" دكار د نه ترسره كېدو دليل جوتوي
له شورماشوره ډك كرار
ترخپل واك الندې پياوړي خلك خوښوي ،تر خپل واك الندې كمزوري خلك خوښوي
منونكى نه منونكى
د خپلې رهبرۍ ځواك وازمويئ!
-1زه په بېال بېلو وختونو كې د مثبتو چارو په هڅه كې يم معموًال كله كله ډېرلږ
-2زه له تېروتنو څخه د څه زده كولو مينه وال يم
-3زه تل د نورو برياليتوبونه منم.
-4زه باوري ارزښتونه راغبرګوم.
-5زه د واك وېشلو د الرو چارو په لټه كې يم.
-6زه هوډمن او ځواكمن يم او دندې بدلوم.
-7ما اوږد مهالي پروګرامونه ليكلي او د هغو په اړه متعهد يم
-8زه پوهېږم چې په نورو خلكو كې څنګه انګېزه رامنځته كړم.
-9زه پوهېږم چې څنګه ډلييزه روحيه او هڅه رامنځته كړم.
-10زه تل د خپلې ډلې په وړاندې رښتينى اوجوړوونكى يم.
-11زه په بيړه پرېكړه كوم.
دغو پوښتنوته د "معموًال" ځواب وركولو هڅه د رهبرانولپاره لوړه موخه ده .كه مو هرې
پوښتنې ته په (كله كله) اويا هم (ډېر لږ) سره ځواب وركړى ،بايد ددې كتاب لوستل
ستاسوموخه وګرځي ،الندې د خپلې رهبرۍ موخې وليكئ .د سارې په توګه" زه د
داسې شېبو په تمه يم چې نور هم هوډمن واوسم".
لومړۍ موخه.
دويمه موخه.
درېيمه موخه.
څلورمه موخه.
پنځمه موخه.
درهبريزو سبكونو بېالبېلوالى:
د رهبرانو په شمېر رهبريز سبكونه شته ،ډېر سبكونه عملي دي ،چې ځينې يې بيا تر
ځينو نورو اغېزناك وي.
درهبرۍ يوه اغېزناكه الر به تاسوته اجازه در كړي چې:
-رښتينې او اړوندې موخې تشخيص كړئ او خپل هدف يې وګرځوئ.
-رښتيني او اړوندې پايلې السته راوړئ.
-خپلې موخې د سازمان له موخو سره همغاړې كړئ.
-د كړنالرې داسې يو معيار جوړ كړئ ،چې د څرنګوالي ،څومره والي ،پرخپل وخت
اوسېدلو او د ګټې اندازه كولو بنسټ ولري.
-د اړتياله مخې خپل پروګرامونه وڅارئ.
-اړيكي وساتئ.
تر هغه ځايه چې د مديريتۍ كوم سبك ستاسو خنډ وي ،بې اغېزې دى ،بايد بدل يې
كړئ.
ستاسو سبك كوم دى؟
كله چې د رهبريز سبك ډولونه او ځانګړتياوې لولئ ،هغه صفتونه په شنه قلم په نښه
كړئ ،چې تاسې انځوروي ،بيا خپل په نښه شوي توري وڅارئ او پر هغو چې تاسې ګومان كوئ
ستاسو د اغېزناكتيا لپاره زيانمن دي ،ژېړ قلم راوكاږئ ،بيا ليكلړ ولولئ او پر هغو صفتونو سره دايره
راوګرځوئ ،چې ستاسو په اند ستاسو پرمختـګ ته ګټگور دي ،كله چې مو تمرين پايته ورساوه ،د خپلې اوسنۍ
رهبرۍ له شتمنيو څخه به يو ښه انځور السته درشي ،په هغه څه چې السته راوړالى يـې شئ ،كوالى شئ د يوه
اغېزناك رهبر په توګه نورې الرې چارې هم ولټوئ.
له هغه سره مو د كاركوونكو د كاري سبكونو د كتنې او ستاسو د خپل سبك عيارول ښايي ګټور وي ،دېته "اقتضايي
رهبري" وايي او ډېره كارېږي ،د ساري په توګه كله چې له يوه شنونكي سره سر وكار لرئ ،بايد جزئيات جوړ
كړئ او په زغرده يـې ارايه كړئ .كه مو سبك په طبيعي ډول بل شى دى (د ساري په توګه كه مو سبك
"كاريزماتيك"دى) كېدى شي د نورو خلكو په هڅونه ستاسو اړتيا د يوه شنونكي په رهبرۍ كې بې اغېزې وي،
په دې كتاب كې به ډېر وخت ولرئ چې اقتضايي رهبرۍ زده كړئ او تمرين يې كړئ.
د ښځو لپاره دوه اصلي سبكونه شته :كرار او ټولنيز يا كارنده.
لومړى :كرار سبكونه
ستاسو اندون دومره لوړ غږېږي ،چې كاركوونكي ستاسو خبرې نه اوري.
الوودچپمن
ستاسو اندود د يوه مشر په توګه دكاركوونكو د بېړې او حال سرمشق دى .خلك يو بل
راغبرګوي (منعكسوي) او كاركوونكي په ځانګړي ډول مديران ،ځان راغبرګوي.
كه ستاسو اندود مثبت او هڅوونكى وي ،ستاسو همكاران ستاسو د فكر په پياوړتيا او
مثبتيا سره ستاسو اندود منعكسوي.
خو كه تاسو ګيله وكړئ او د قربانۍ رول ولوبوئ ،نوځان به د خپلو انځورونو په منځ كې
ومومئ ،ستاسواندود ستاسو پر ګټو هم اغېز اچوي .كله چې له كاركوونكو سره ښه
اړيكي ټينګوئ او تل خپل مثبت فكر نندارې ته وړاندې كوئ ،كاركوونكي به په ډېره ګټه
هغه ته ځواب وركړي.
خو هېڅوك هم د تل لپاره په اوج كې نه وي ،كله-كله شخصي مسايل ،جسمي ستونزې
او نورې ربړې ستاسو احساس او اندود له منځه وړي.
الندېني سرليكونه د سختۍ پر مهال د مثبت فكر ساتلو په برخه كې درسره مرسته
كوالى شي:
د سپورت يو منظم پروګرام ولرئ.
-خپل ژوند او كار په ورين تندي سمبال كړئ.
-خپلې لويې موخې وړو موخو ته راماتې كړئ ،چې ورته ورسېږئ.
د ورځې په بهير كې د ځواك د بيا ترالسه كولو لپاره لنډمهالي استراحتونه ولرئ.
دكار او تفريح ترمنځ اغېزناك تعادل وساتئ.
دخپل ژوند د پراختيا او ژورتيا لپاره په خپله خوښه چمتو شئ.
كار وكړئ چې مسلكي ښكاره شئ.
داسې يو كس پيدا كړئ چې د يوه رازلرونكې او الرښودې تابلو په توګه ورباندې باور
ولرئ.
د رهبرۍ تمرين:
خپل اندود وټاكئ ،هره جمله ولولئ او پر هغو تورو دايره وكاږئ چې ستاسو په فكر د
اندود په مقياس كې مو د ځاى ښوونكي دي .كه مو پر لسم عدد دايره وكښله ،دا په دې
مانا ده چې نه شي كېدى ستاسو اندود ته په دې برخه كې لوړتيا وبښل شي ،كه پر يوه
( )1عدد دايره وكاږئ ،يانې تاسو دا وايئ چې اندود مو ډېر بد دى .رښتينې واوسئ:
لوړ(مثبت) ټيټ (منفي)
-1زما په اند هغه امتياز چې ريس يې زما اندود ته راكوي دادى1 2 3 4 5 6 7 8 9 10:
-2هغه امتياز چې زما همكاران يې زما اندود ته راكوي1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 :
-3هغه امتياز چې زما د كورنۍ غړي يې زما اندود ته راكوي1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 :
-4هغه امتياز چې زماترالس الندې خلك يـې زما اندود ته راكوي1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 :
-5هغه امتياز چې خپله يـې په رښتينې توګه خپل اندود ته وركوم1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 :
-6زما د اغېزناكتيا سطحه1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 :
-7زما د پنځونې(تخليق) سطحه1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 :
-8د كار په اړه مې خپله لېوالتيا1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 :
-9له ژوند سره مې دلېوالتيا سطحه1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 :
-10عادت او خوى( هغه زغم او احساسات چې د نوروپه اړه يې لرم):
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10
-1په كاركوونكو كې هغه څوك ټاكم ،چې د دندې اړتياوې پوره كوي او له نورو سره هم په
ښه ډول كار كوي.
2–3–4–5–6–7
-2د هدف جوړونې په فعاليتونو كې د ستونزو په غوڅولو او د ښې ګټې اخيستنې په كار
كې د كاركوونكو په ګډون سره ،هغوى ته د مالكيت احساس وركوم.
2–3–4–5–6–7
– 3زه په كاركوونكو كې د يو ځاى كاركولو او د يو او بل مالتړ له الرې ډلييزه روحيه رامنځته
كوم.
2–3–4–5–6–7
-4زه له كاركوونكو سره په رښتينې او جوته توګه خبرې كومه او له هغوى څخه هم همدا
تمه لرمه.
2–3–4–5–6–7
-5زه له خپلو كاركوونكو سره پر خپلو جوړ جاړيو عمل كومه.
2–3–4–5–6–7
-6زه خوشحالېږم چې د ډلې غړي يو بل سره وپېژني ،چې يو له بله شخصي باور،
درناوى ،ځواك او استعدادونه زده كړي.
2–3–4–5–6–7
- 7زه دا ډاډ ترالسه كومه چې كاركوونكو د خپلو كارونو د ترسره كولو لپاره وړ زده كړې
ترسره كړې دي.
2–3–4–5–6–7
- 8زه پوهېږمه چې د خلكو ترمنځ نيوكې طبيعي خبره ده ،خو زه هڅه كومه وړاندې تر دې
چې هغه ورانوونكې شي ،ټول په عادالنه او ګړندې ډول حل و فصل كړم.
2–3–4–5–6–7
- 9زه پر دې ګروهمنه يم ،خلك به هغه مهال په ډلييز ډول كار وكړي چې پوه شي څه
تمه ترې كېږي او څه ګټې به السته راوړي.
2–3–4–5–6–7
- 10كه تر وړ زده كړو وروسته د ډلې يو غړى ونه توانېږي يا ونه غواړي منطقي معيار ته
ورسېږي ،زه به يې په بدلولو كې شك ونه كړم.
2–3–4–5–6–7
ټولګه
د 60او 70ترمنځ امتياز دخلكو په اړه د مثبت فكر څرګندوى دى ،هغه اندود چې د يوې
پياوړې ډلې د جوړونې او ساتنې لپاره ضروري دى 40،او 59د منلو وړ دى او په منطقي
هڅو كوالى شو ډله جوړونه وكړو ،هغه كس چې تر 40لږ امتياز لري ،بايد خپل اندود په
ځير سره بررسي كړي.
د سره تړلو ګڼو ډلو څرنـګوالى:
په ټولو موقعيتونو او كاريز شرايطو كې اغېزناكې ډلې ګډ څرنګوالي نندارې ته وړاندې
كوي .رهبران بايد دغو څرنګوالو ته په خپلو ډلو كې پراختيا وركړي .يو اغېزناك رهبر دا ډاډ
ترالسه كوي ،چې:
-د ډلې غړي د رهبر پر ليدلوري (بينش) پوهېږي او مني يې.
-د ډلې غړي يو او بل ته درناوى لري او په راتلونكې پېښه كې به يو پر بل ګران وي.
-خلك له دې نه چې د ډلې غړي دي ،رضايت ترالسه كوي.
-اړيكي جوت دي او ټول غړي دې ته هڅول كېږي ،چې په خبرو -اترو او د امكان ترحده په
تصميم نيونه كې برخه واخلي.
-ډلييز غرور او احساس لري.
-په ډله كې اختالف لږ دى او كله چې يو اختالف رامنځته كېږي ،له جوړوونكو او رغوونكو
فنونو څخه په كار اخيستو له منځه ځي.
-د ډلې غړي يو له بل سره همكارۍ ته هڅول كېږي.
-په ټوليز ډول ،په ډلييزه توګه تصميم نيول كېږي او ستونزې غوڅېږي.
-د ډلې غړي دا زده كوي چې په ارام او هوسا ډول يو له بل سره كار وكړي.
- -د ډلې په منلو او هڅولو سره ډلې ته په ازاد ډول كار كېږي
- -د ډلې غړي لنډمهالي او اوږدمهالي هدفونه او د هغو دندې پېژني او په كې برخه
اخلي.
پاسنيو ځانګړتياووته په پام سره الندېنيو پوښتنو ته په لنډ ډول ځواب وركړئ:
خپلې ډلې ته څو نومرې وركوئ؟
……………………………………………………………………………..
ستاسو د ډلې ځواكونه كوم دي؟
……………………………………………………………………………..
ستاسود ډلې كمزورۍ كومې دي؟
……………………………………………………………………………..
د خپلې ډلې د ښه والي لپاره څه كوالى شئ؟
…………………………………………………………………………….
د ډلو د رهبرۍ لپاره اووه ّارونه:
د خپلې ډلې د رهبر په توګه بايد ډاډ ترالسه كړئ چې د ډلې روحيه مو پياوړې ده او هغه
فعاليتونه چې ترسره كوئ يـې ګټور دي .دې موخې ته د رسېدو لپاره الندې اووه الرې
فهرست شوي ،پر اوس مهال چي هره يوه د خپلې ډلې لپاره ترسره كوئ ،په نښه كړئ.
زه هڅه كوم چې:
– 1 -له ټولو كاركوونكو سره برابر چلند ولرم او د اړتيا پر وخت پر كړنو شخصي پاملرنه هم
وكړم.
-2 -د ډلې له ټولو غړو سره پر خپلو ټولو ژمنو وفا وكړم.
– 3 -غوڅ دريځه واوسم او مثبت چلند وكړمّ ،ان كه منفي احساس هم ولرم.
-4 -د ډلې د تګالرو او تګلورو پلوي وكړم.
- 5 -زغم ولرم ،پوهېږم چې نور غړي د فشارونو په وړاندې د رهبر د غبرګونونو پېښې
(تقليد) كوي.
-6 -د ډلې د غړو د كتنې او خبرو اترو لپاره وخت پيدا كړم.
– 7 -ټولې موخې مې رڼگې وي او ټول ورباندې پوهېدلي وي.
كه مو پام شي چې پاسني اصول نه مراعاتوئ ،د چاره كولو لپاره يې غوره وخت مصرف
كړئ.
كوالى شئ رهبرۍ ته د نورو مهارتونوپه څېر په يوازې او تلپاتي ډول د تمرين ،تمرين او
تمرين له الرې ښه والى وبښئ.
د ډلې د غړو څرنـګوالى:
د هرې ډلې غړي كمزورۍ او ځواكونه لري ،تاسې بايد د ډلې د رهبرې په توګه دا زده
كړئ چې د ډلې د ښه والي لپاره له ډلييز ځواك څخه په كار اخيستو خپلو دندو ته نوره
پراختيا هم وركړئ ،تاسې خپلې خپلې ځانګړتياوې لرئ ،چې بايد ورته پام وشي ،له هغو
اطالعاتو څخه چې د خپلې رهبرۍ د سبك په اړه مو ترالسه كړل ( 14مخ) كار واخلئ او
وروسته هماغه ځانګړتياوې د خپلې ډلې دغړو په اړه وكاروئ .په ډله كې د انګېزې
رامنځته كولو ښه وضعيت هماغه دى ،چې سپارل شوې دندې له شخصيتونو سره
همغاړې وي.
عادي غړى:
-هوسا موقعيت غوره ګڼي.
-نژدې اړيكي خوښوي.
-په ځنډ سره بدلون مومي.
-د وړاندليد(پېشبينۍ) وړ دى.
-زغم لرونكى دى.
-له دې سره مينه لري چې له يوه كس سره وګوري.
-د اوسنۍ وضعې پلوي كوي.
-انحصار غوښتونكى دى.
-وفاداري پالي.
-ارام او هوسا چاپېريال يې خوښېږي.
-ډلې ارزښتمنې ګڼي.
تحليلوونكى غړى:
-له ټاكل شويو كړنالرو سره مينه لري.
-ناڅاپي بدلونونه يې نه خوښېږي.
-پردې ګروهمن دى چې غور ،جوړوونكى څيز دى.
-د پانګو په اړه دقيق دى.
-د ځان او نورو په اړه اوچت معيارونه لري.
-په اندېښنه كې دى.
-عام خوښوونكى دى.
-تر هغه مهاله چې د خپلې نظريې پر ښه والي ډاډه نه وي ،نه يې رابرسېره كوي.
-دندې ته لېواله دى.
-په تصميم نيونه كې كمزورى دى.
-په كارونو كې له منطقي تګالرو څخه كار اخلي.
واك غوښتونكى غړى:
-مقام او واك ته لېواله دى.
-ژر ستړى كېږي.
-بدلون او اوښتون يې خوښېږي.
-ارزښت د بري له مخې سنجوي.
-له نورو څخه نېغ ځواب غواړي.
-تر ځان بل مشر نه خوښوي.
-پر خپل نفس ډېر اعتماد لري.
-ډېر هوډمن او زړور دى.
-ښه امتياز منونكى دى.
د بري لپاره لوبه كوي.
-ګړندى او كم حوصله دى.
-واكمن او تمه لرونكى دى.
كاريزماتيك غړى:
-په ټولنيز محبوبيت او شهرت سره ،برى ترالسه كوي.
-نه غواړي چې د جزئياتو او څارنې په بند كې وي.
-له خپل ځواك څخه ښه كار اخلي.
-زړه سواند دى.
-مينه ناك دى.
-د بيان ښه مهارت كاروي.
-د اعتماد وړ دى.
-خلك ښه راكاږي او هڅوي يې.
-له ځانه راضي ،تبليغي او ډاډمن دى.
-شور او شوق لري.
د خپلې ډلې غړي وارزوئ!
پالن جوړونه
شخصي ماتې
د ډلې د مشر او غړو نقش الندې خالصه شوى ،پر هغو مفاهيمو چې يووالى ورسره لرئ او غواړئ ويې ازمويئ،
خط وكاږئ.
دا نقشونه د ډلې غړو ته كړنالرې په ګوته كوي او مشر هم خپلې مشرۍ ته متمركزوي.
سازمان موندل:
د مديريت يوه ليكوال ويلي ":په خپل سر سازمان موندل موخه نه ده ،بلكې موخې ته د
رسېدو يوه وسيله ده".
هغه ځاى ته چې غواړئ ورسېږئ او هغسې پايله چې غواړئ ترالسه يـې كړئ ،پاملرنه
وكړئ.
هغه شېبې چې هدفونو ته يـې د رسېدو لپاره ضايع كوئ ،بايد تجزيه او تحليل كړئ.
يوې نوې څېړنې ښودلې ده چې مديران هره اوونۍ خپل ()17ساعتونه په غونډو تېروي،
چې دا موده غونډو ته د تيارۍ نيولو او له ستړياوو څخه د وتلو لپاره وي .تاسو د نورو خلكو
پر غونډو واك نه لرئ ،خو خپلې غونډې كنټرولوالى شئ .اغېزناك مشران د غونډو د
مشرۍ مهارتونه هم جوړوي.
هغو ټولو پوښتنو ته چې په "الف" [معموًال] سره مو ځواب كړي ،ځير شئ او د ښه والي
لپاره الرې چارې چې څه موارد پيدا كړي يادښت كړئ .د ساري په توګه :زه د همكارانو له
خوا د خپل كار د خنډ او ځنډ لپاره بايد نو واك هم بدل كړم او تر دې ال پراخې زده كړې ورته
برابرې كړم.
-1
-2
-3
تصميم نيونه او مشري:
د فكر كولو ،بحث او د نظر تبادلې لپاره وخت مصرف كړئ ،د اقدام وخت رارسېږي ،سوچ
كول بند كړئ او كارته مال وتړئ.
اندروجكسون
ډېر تصميمونه خطرونه او ناانډولۍ لري ،كه هرڅومره مطالعه هم ولرئ بيا هم نه شئ
كوالى پايله په ژوره توګه تضمين كړئ.
ښه مشران ښه تصميم نيوونكي ديّ ،ان پر هغه مهال چې بايد خطرناك اقدام هم وكړي،
الندېنۍ هڅې ستاسو تصميم نيونه پياوړې كوي.
زه بايد پر يوه اغېزناك مشر د بدلېدلو لپاره:
كه باور ونه لرئ چي ستونزه حل الر لري ،نو هېڅكله يې پر حلولو نه بريالي كېږئ.
ماروين هاريس
د ستـونزغوڅولو لپاره اته پړاوونه:
_1ستونزې د وضعې د ښه والي لپاره د يوې ښې شېبې په توګه ومنئ.
_2د هغو كسانو تصورونه چې ستاسو تر اغېز الندې راځي ،ترالسه كړئ او توپيرونه وپېژنئ.
_3تر ممكنه حده ستونزې په ځير سره تعريف كړئ.
_ 4د ستونزې د شتون دليل وشنئ ،حقايق سره راټول كړئ او د ستونزو غوڅونې خنډونه وپېژنئ.
_5تر ممكنه حده د ستونزو د حل ټولې الرې وپېژنئ.
_6د ستونزو د نهايي حل لپاره معيارونه وټاكئ.
_7د حل داسې الر وټاكئ ،چې له دغو معيارونو سره ډډه لګوي.
_8تصميم ونيسئ او د پايلې د اندازه اخيستلو لپاره يوه وسيله وټاكئ.
د اختالفونو د حل سبكونه:
د حل لپاره پنځه بنسټيزې الرې شته ،دا الرې چارې په الندېني جدول كې سره رالنډ شوې دي .هغه كړنالرې چې
له خپلو كاركوونكوسره يې ډېرې كاروئ په (ف) ،او كه يې له خپلو همكارانو سره ډېرې كاروئ ،په (هـ) او كه يې
له مديرانو سره ډېر كاروئ په (م) سره په نښه كړئ.
د اختالف تمرين:
.1له چا سره اختالف لرئ او درلودلى مو دى؟
(الف) _____________________________________
(ب)
_________________________________________________________________
____________________________________
(ج) ______________________________________
.2د اختالف وجه څه ده /څه وه؟
(الف) __________________________________
(ب) _______________________________________________
(ج) ___________________________________
له نورو سره مو يو اختالف له پورتني نيوليك څخه وټاكئ او د هغه په اړه الندېنۍ پوښتنې
ځواب كړئ .په حل كې يـې د اختالف د حل كوم سبك اغېزناك و؟ ايا ومو كاراوه؟
(الف) ________________________________
(ب) _________________________________
(ج) _________________________________
د اختالف حل:
په موږ كې هر تن بېل ليدلورى لري .كه ټول د يوه هدف پر تصميم سره جوړ شي ،بيا هم
د اختالف امكان شته .په دې توګه كه وپتېيل شوه چې تاسې يو اغېزناك مشر شئ ،بايد
د اختالف حل الر زده كړئ .تاسو به هم د ښځو په اړه يو سولېدلى نظر اورېدلى وي چې:
دوى له اختالف او نيوكې څخه ليرې تښتي .ځواكمن او واكمن مشران كه ښځې وي يا
نارينه ،بايد په ستونزو غوڅونه كې استادان وي ،تاسې هېڅكله د دې سولېدلو نظرونو او
كليشو پلوي ونه كړئ.
د اختالف د حل لپاره اووه پړاوونه:
.1د وضعيت په اړه له بلې غاړې سره غونډه جوړه كړئ.
.2په غونډه كې يوه خبره راواخلئ ،چې دا وښيي اختالف وجود لري.
.3له "زه" ضمير څخه كار واخلئ چې د تورنولو مخنيوى وشي .مقابل لورى هم وهڅوئ
چې همدغه ضمير وكاروي.
.4نېغې پوښتنې او ځوابونه مطرح كړئ او بله غاړه دېته اړباسئ چې د وضعيت په اړه
خبرې وكړي.
.5هغه څه چې اورئ تكرار كړئ"،د هغه څه پر بنسټ چې تاسو يې وايئ تاسې وضعيت
په دې ډول وينئ ".دا ښه الر ده چې تاسې ډاډه شئ او د بلې غاړې پر موخو هم
پوهېدى شئ.
.6بلې غاړې ته وواياست چې :د نتيجې په توګه مو موخه څه ده او دا هم ورڅخه
وپوښتئ چې څه غواړئ.
.7دا سره غوټه كړئ چې د حل الرې لپاره به كار كوئ او د اړتيا په صورت كې به د
وضعيت د ښه روڼولو لپاره بله غونډه جوړوئ.
دكاركوونكومديريت:
ستونزې لرونكي خلك هر ځاى پيدا كېږي .كېدى شي دوى منفي باف ،ځوروونكي او په
ظاهره نه سمبالېدونكي وي او په هر ځاى كې چې وي خپلو نژدې خلكو ته هم ستونزې
پيدا كړي .كله_ كله داسې ښكاري چې هوسا دي ،كه له دغو خلكو څخه ډډه وكړو او يا
يې ليرې كړو ،دا د اوږدې مودې لپاره حل الر نه ده ،كه دا زده كړئ چې ددې سړيو چلند
وارزوئ او په مينه يې واورئ ،كوالى شئ هر ستونزې لرونكى كس الرې ته راولئ ،ښه
مديران هېڅكله د مديريت له ستونزمنو موقعيتونو څخه ډډه نه كوي.
له تاسو سره د مرستې لپاره الندې اووه ډوله ستونزې لرونكي كسان ليكل كېږي .په ټولو
كې لومړى د هر يوه چلند شرحه كېږي ،وروسته اغېزناكې هڅې ،چې تاسې يې د حل
لپاره ارايه كوالى شئ.
اووه ډوله ستونزې لرونكي كسان
.1يرغـلـګر:
چلند :دا خلك خپلې نظريې په زوره پرمخ بيايي ،له خلكو څخه غواړي چې خبرې يې
واوري ،هغوى وخت او فضا ته اړتيا لري چې خپله تودوخه رابرسېره كړي.
ستاسو اقدام :دا خلك د كرارۍ په نامه ،ټينګ راوبولئ ،له هغوى څخه وغواړئ چې
كښگـېني ،وروسته يې خبرې په ځير سره واورئ.
دا خلك چې هر وخت ارام وي يو څه منطقي وي او كېدى شي ګټور وړانديزونه هم وكړي،
هغه بد چلند چې كېدى شي تاسې يې ولرئ دا دى چې يرغل ته په يرغل ځواب وركړئ.
.2ځانغوښتونكي:
چلند :دا خلك هم ځانونه پر نورو تپي .خو كېدى شي دوى د يرغلګرو پرخالف موضوع
پېژندونكى وي.
ستاسو اقدام :د هغوى پوهې ته رښتينى درناوى وښيئ ،خو د هغوى لېوال نه شئ .په
بدل كې د هغه څه په اړه پوښتنې وكړئ چې هغوى پرې پوهېږي او په دې برخه كې
ورڅخه ګټه اوچته كړئ .كه ګټور معلومات وركوي ،درناوى يې وكړئ ،خو دا هم مه هېروئ
چې تاسې هم مشر ياست.
.3برالسي كسان:
چلند :دا ډله خلك هوايي ګوزارونه كوي او تل له ټوكو او پوزخند څخه د وسلې په توګه كار
اخلي.
ستاسو اقدام :له دې خلكو څخه نېغې پوښتنې وكړئ او پوه يې كړئ چې ريشخند نه
خوښوئ .د امكان په صورت كې له مثبتو تقويتونو څخه كار واخلئ ،چې هغوى هم ډلې
ته د غړيتوب اوږه وركړي.
.4قرباني منونكي كسان:
چلند :قرباني شوي خلك ټول څيزونه منفي ويني .كمزوري ،ماتې خوړلي او غالبًا د ټولو
كسانو او څيزونو په اړه اندېښنه ښيي.
ستاسو اقدام :له هغوى څخه وغواړئ چې د وضعې د ښه والي لپاره هڅې وكړي.
پرېږدئ چې منفي نظرونه وركړي ،وروسته يې هريو په منطقي او مثبت ډول وارزوئ.
.5منفي ګرايه كسان:
چلند :دا خلك د خپلو ترالس الندې شيانو په اړه معموًال بدبينه دي او په دې عقيده دي
چې خپل چلندونه يې ښه دي.
ستاسو اقدام :پرېږدئ چې دا خلك خپلې ټولې منفي وسلې په "غونډه" كې وكاروي.
وروسته پرېږدئ چې همكاران يې د حل الرې په اړه خپلې نظريې وړاندې كړي .هغوى به
هڅه وكړي چې منفي ګرايو ته په ډاګه كړي ،چې د حل ښې الرې هم شته.
.6نه موافق كسان:
چلند :دا خلك د دوستۍ وړ دي ،له دوى څخه چې هرڅه وغوښتل شي ،د خپلو ټولو
اړتياوو په ارزښت يې مني .دوى تر حد ډېگره تعهد مني او غالبًا ټول خلك نهيلي او ستړي
كوي.
ستاسو اقدام :دندې يـې وڅارئ ،چې داخلك تر خپل توان بهر كار ونه مني.
.7غلي خلك:
چلند :ددې خلكو مديريت تر ټولو ستونزمن دى ،په ظاهره يې پر خبرو راوستل ناشوني
وي.
ستاسواقدام :له رڼو پوښتنو څخه كار واخلئ ،چې ځواب يې يوازې"هو" يا هم "نه" وي .د
ځواب اورېدو په برخه كې له زغمه كار واخلئ ،ددې پرځاى چې تاسې يې جملې
نيمګړې كړئ ،مقاومت وكړئ .هغوى ته ورسپارل شوي فعاليتونه وڅارئ او داسې دندې
وركړئ چې په راتلونكو غونډو كې يې د پايلو په اړه ګزارش وركړي.
تاسې تر خپل اټكل زيات اړيكي لرئ .ځان د يوه څرخېدونكې پره لرونكي توپ په بڼه تصور
كړئ ،چې په ارتباطي پرو محاصره شوى دى .ټول هغه كسان چې پېژنئ او هغه
سازمانونه چې تاسو په هغو پورې اړه لرئ الندېني شكل كې هغه څه چې ګورئ
فهرست كړئ ،بايد ټول هغه كسان او سازمانونه ياد كړئ چې كوالى شي له تاسو سره
ستاسو په هدفونو كې مرسته وكړي ،تصميم ونيسئ چې د فهرست له كسانو څخه
هره اوونۍ لږ تر لږه له درېيو كسانو سره اړيكي ونيسئ ،چې اړيكي مو خوندي شي.
په الس كې لرل دا مانا لري چې تاسې خپل ځان پر خپلې نړۍ ،خپل سازمان ،مذهبي
واحد ،صنعت ،مسلكي يا ټولنيزې ډلې وپېژنئ .چمتو شئ چې ليكنې وكړئ ،له كمپنيو
سره يو شئ او د بري لپاره له شبكو سره مله شئ.
د خپلي صنعتي ټولنې غړي شئ.
په خپلې دندې پورې له اړوندو مجلو سره ګډون وكړئ.
د خپلې سيمې د سوداګريزو سازمانونو لكه سوداګريزو اتاقونو غړي شئ.
ورځپاڼو او مجلو ته ليكنې وكړئ.
هغه نورې الرې هم چې ستاسو تر پام درځي پرې زياتې كړئ.
_:4ذهني انځور:
تاسې خپل واك د خپل ذهني انځور له الرې انتقالوئ ،اغېزناك رهبران خپل واك څرګندوي،
ايا تاسې يـې هم د يوه ځواكمن مشر انځور طرحه كوئ؟ غږ مو غښتلى دى او كه د يوه
ماشوم غږ ته ورته دى؟ّ ،ايا خبري مو له كنځلو سره ملې دي او كه د " او ،او ،او" په ويلو
سره پر تورو او كليمو شك كوئ؟ كه كار مو په ټليفون پورې اړه پيدا كوي ،نو خپل غږ (د
هغه چا په اجازه چې ورسره خبرې كوئ) ثبت كړئ ،چې د خپل غږ له څرنګوالي سره
اشنا شئ .كله چې له چا سره خبرې كوئ ،نو د كتو نېغ اړيكي وساتئ ،هېڅكله دا
هـڅه مه كوئ چې د لومړي كتو اغېز له منځه يوسئ .ځكه لومړنيو كتنو ته د غوره ذهني
انځور ټاكنه ډېر ارزښت لري.
"مالكوم فوربس" ويلي دي ":لوړ ودرېږئ ،نېغ درېدل او لوړ درېدل يو دروني حالت دى ،له
لوړ قد سره هېڅ اړيكي نه لري ،هېڅ مصرف نه لري ،خو د خوښۍ المل ګرځي".
_:5د مشخصو اړيكو عادتونه:
ًا
د خبرو پر وخت د خپلو خبرو ډول او خپل چلند ته پاملرنه وكړئ ،غالب له خبرو پرته ډېرې
نورې عالمې هم تر كليمو او تورو ډېرې خبرې كوي ،هڅه وْكړئ بدن مو له هغې موضوع
پرته نورې خبرې ونه كړي ،چې تاسې يـې په خوله واياست.
الندېني غوره عاتونه ښه تمرين كړئ ،چې ستاسو دويم طبيعت شي.
د خلكو سترګو ته وګورئ.
د څېرې حالت مو له خپل پام سره برابر كړئ.
نېغ ودرېږئ او په غوڅ ډول خبرې وكړئ.
له بدني خوځونو څخه يوازې د خپل پام ټكي په روښانولو كې ګټه واخلئ.
د واك دا يو څو تمرينونه هم وْكړئ او تر هغه مهاله به منل شوې مشره نه شئ ،چې
خپل وړاندې كېدونكي ذهني انځور لپاره په جوت او نېغ ډول ليكني (تحريري) ،ګړني
(شفاهي) او اورېدو اړيكي زده نه كړئ .ټول څيزونه د اړيكو يو ډول دى.
لنډيز _ ډلبندي
مشر ( رهبر):
خپل هدفونه روښان او ترالسه كېدونكي ساتي.
د دندو ترمنځ يو تعادل ساتي ،چې له زيانرسوونكو رواني فشارونو څخه خالصون
ومومي.
د برياليتوب لپاره په پوره ځواك يوه غوڅه پرېكړه كوي.
خپل چلند ارزوي ،چې له ښه والي څخه يـې ډاډه شي.
د اړتيا پر وخت خپل پروګرامونه بدلوي او يا بيا كتنه ورباندې كوي.
د هدفونو ترالسه كول جوتوي.
د ماتې او زده كړې توپيرونه پېژني.
اوچت باور لري او هغه ته كار كوي.
بوختياوې او مصروفيتونه لري.
د رهبرۍ د ښځتابه ګگـټې:
څـگرنـګگه چې تاسې شخصي قدرت روزئ ،نو ورپسې هممسلكي او وظيفوي ځواك هم
راځي ،تاسې ځان او نورو مسلكو ته د (بري _ بري) موقعيت ايجادوئ .چاپېريال ته د خپل
ځواك په منلو ،تاسې هغه ځواكمن كس جوړېدى شئ ،چې هيله يـې لرئ.
ژوند مو په زړه پورى او راضي كوونكى تېرېږي ،ځكه د ودې لپاره به وخت لرئ ،تاسې
داسي شيان لكه :سفر ،په زړه پورې خونې او سيمينارونه تجربه كوئ او وينئ يې .په
دې توګه ستاسو د ليد زاويه په هره برخه كې پراخېږي.
نور په زړه پوري خلك ،ډېر مسئوليتونه او خبرتياوې هم وينئ ،نور خلك به ډېره اړتيا درته
لري ،په عملي ډول ټول سازمانونه داسې مېرمنې لټوي چې د رهبرۍ لپاره ځواك ولري.
ښځينه رهبرانې ډېر لګښت ته اړتيا لري او له ډېرې ازادۍ څخه برخمنې دي.
ستاسو نفس ته درناوى زياتېږي.
ستاسو د دندې وخت ډېرېږي.
له ځواك سره د راحتۍ ډېر احساس كوئ.
دا ټول هغه دليلونه دي چې تاسې ښه ښځينه رهبره شئ دا مسئله په تاسو پورې اړه
لري.
مسلكي پرمختـګ _ لنډيز:
هغه پوښتنې ،چې وړاندې مو په صداقت سره ځواب كړې ،تاسو ته دا الرښوونه كوي ،له
دې كتاب څخه زده كړي شيان وكاروئ ،خپل ځوابونه به په مشخصو فاصلو كې په لنډه
توګه بيان كړئ:
.1ستاسو د مسلكي پرمختـګ هدفونه كوم دي؟
.2په دې وروستيو كې مو كوم نوي مهارتونه زده كړي ،چې هدفونو ته د رسېدو په برخه
كې ستاسو مرسته كوي؟
.3خپلې مسلكي لوړتيا ته مو كومې زده كړې ليدلې دي؟
.4د سږ كال د زده كړې لپاره مو څه پالن جوړ كړى دى؟
.5په دې تېرو څو مياشتو كې مو د خپل كار په اړه كومې مسلكي ليكنې لوستې دي؟
.6اوس په كوم سازمان يا شبكې پورې اړه لرئ؟
.7د راتلونكي په اړه مو د مسلكي پرمختـګ پروګرام څه دى؟
. 8څنـګه هوډ لرئ ،هغه څه چې مو له دې كتاب څخه زده كړل ،د رهبريزو مهارتونو په اړه
يـې څنـګه ارزوئ؟