Professional Documents
Culture Documents
امان الله
امان الله
په نړۍ کې هيڅ هيواد نشته چه هغه دې په ټوله مانا په ځان متکي وي او خپلې ټولې اړتياوې د په
خپله رفع کړي نو پدې ډول د خپلو ضرورتونو د رفع کولو په خاطر د نورو هيوادونو سره
سوداګري کوي ترڅو خپلې اړتياوې رفع کړي نو د همدې علت په اساس هيوادونه ددې لپاره چه
مالي او سياسي ګټې ترالسه کړي نو د مختلفو وسايلو په مرسته غواړي تر څو بهرنۍ سوداګري
.تر خپل اغېز الندې راولي چه د يو هيواد د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ څخه عبارت دى
:د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ تعريف
د بهرنۍ سوداګرۍ پاليسي د اقتصادي پاليسي هغه برخې څخه عبارت دى چه د نړيوال سوداګرۍ
پورې مربوطو فيصلو ،عملي اقداماتو او وسايلو سره اړيکه لري .مثًال د يو هيواد صادرات او
واردات بايد څرنګه او څه شى اوسي ؟ په هغې د دولتي شعبې کنترول وجود ولري او کنه ؟ اشياء
.مصرفي اوسي او سرمايوي ؟ صادرات ازادانه شکل ولري او که پابند؟ او داسې نور
:د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ برخې
:د بهرنۍ سوداګرۍ پاليسي په الندې برخو ويشل کيږي
الف :صادراتي او وارداتي پاليسي ( ) Export and Import policy
ب :اسعاري پاليسي ( ) Foreign exchange policy
ج :تعرفې پاليسي ( ) Tariff policy
:د خپل بازار ساتلو پاليسي د
هـ :په خپل ځان د متکي کيدو پاليسي .
وړانديزونه
: ١چون اکثره پرمختيايي هيوادونه خام مواد صادروي نو پدې ډول سره ورته په کار دي چې
خپله د بهرنۍ سوداګرۍ پاليسي داسې عياره کړي چې د هغې له مخې هغه خام مواد چې په داخل
کې ورڅخه د اجناسو په توليد کې ګټه اخيستل کيږي او د نورو هيوادونو څخه وارديږي په هغوى
باندې ګمرکي محصول معاف کړي ترڅو د داخلي صنعت د تقويه کيدو سبب شي .
: ٢په پرمختيايي هيوادونو کې ټول هغه اجناس چې د بهر څخه وارديږي او په داخل کې يې هم
توليد صورت نيسي نو په وارديدونکي اجناسو بايد لوړې ګمرکي تعرفې وضع کړي او د مقداري
محدوديت څخه ګټه واخلي تر څو د داخلي توليدونکو د تشويق سبب وګرځي.
: ٣دا چې پرمختللې تکنالوژي د توليدي لګښتونو د کموالي ،د توليد د مقدار د زياتوالي او د
توليد د کيفيت د ښه والي سبب ګرځي نو د خپل داخلي توليد د کيفيت او کميت د ښه والي په منظور
بايد واردونکي تشويق شي ترڅو پرمختللې تکنالوژي وارد کړي .
: ٤ټولې هغه توليدي تصدي ګانې چې په صادراتو کې يې ګټه نه وي او يا ورته په صادراتو کې
کمه ګټه پاتې کيږي نو د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې بايد هغوى ته سبسايدي ( ) Subsidy
ورکړل شي او هم يې په صادراتو باندې ګمرکي محصول کم او يا له منځه يوسي .
: ٥چون د اکثره پرمختيايي هيوادونو د تادياتو بيالنس د کسر سره مخامخ وي نو د تادياتو د
بيالنس د کسر د له منځه وړلو په خاطر بايد پرمختيايي هيوادونه د صادراتو او وارداتو په برخه
کې د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ د عملي کولو په برخه کې د ټولو الزمو وسايلو څخه ګټه پورته
کړي .
ماخذونه
: ١پوهنيار ،نظامي ،حمدهللا ،نړېوالې اقتصادي اړيکې ،لکچر نوټ ،ننګرهار پوهنتون ،
اقتصاد پوهنځى .
: ٢نامزد پوهيالى ،عتيق هللا ،خارجي تجارت تخنيکونه ،لکچر نوټ ،ننګرهار پوهنتون ،
اقتصاد پوهنځى .