Download as doc, pdf, or txt
Download as doc, pdf, or txt
You are on page 1of 10

‫‪ :‬د بهرنۍ سوداګرۍ پاليسي‬

‫په نړۍ کې هيڅ هيواد نشته چه هغه دې په ټوله مانا په ځان متکي وي او خپلې ټولې اړتياوې د په‬
‫خپله رفع کړي نو پدې ډول د خپلو ضرورتونو د رفع کولو په خاطر د نورو هيوادونو سره‬
‫سوداګري کوي ترڅو خپلې اړتياوې رفع کړي نو د همدې علت په اساس هيوادونه ددې لپاره چه‬
‫مالي او سياسي ګټې ترالسه کړي نو د مختلفو وسايلو په مرسته غواړي تر څو بهرنۍ سوداګري‬
‫‪ .‬تر خپل اغېز الندې راولي چه د يو هيواد د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ څخه عبارت دى‬
‫‪ :‬د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ تعريف‬
‫د بهرنۍ سوداګرۍ پاليسي د اقتصادي پاليسي هغه برخې څخه عبارت دى چه د نړيوال سوداګرۍ‬
‫پورې مربوطو فيصلو ‪ ،‬عملي اقداماتو او وسايلو سره اړيکه لري ‪.‬مثًال د يو هيواد صادرات او‬
‫واردات بايد څرنګه او څه شى اوسي ؟ په هغې د دولتي شعبې کنترول وجود ولري او کنه ؟ اشياء‬
‫‪ .‬مصرفي اوسي او سرمايوي ؟ صادرات ازادانه شکل ولري او که پابند؟ او داسې نور‬
‫‪ :‬د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ برخې‬
‫‪ :‬د بهرنۍ سوداګرۍ پاليسي په الندې برخو ويشل کيږي‬
‫الف ‪ :‬صادراتي او وارداتي پاليسي ( ‪) Export and Import policy‬‬
‫ب ‪ :‬اسعاري پاليسي ( ‪) Foreign exchange policy‬‬
‫ج ‪ :‬تعرفې پاليسي ( ‪) Tariff policy‬‬
‫‪ :‬د خپل بازار ساتلو پاليسي‬ ‫د‬
‫هـ ‪ :‬په خپل ځان د متکي کيدو پاليسي ‪.‬‬

‫الف ‪ :‬صادراتي او وارداتي پاليسي (‪) Export and Import policy‬‬


‫د صادراتو او وارداتو په برخه کې مشخص تدابير او د هغې د عملي کولو لپاره مناسب امکانات په‬
‫بر کې نيسي ‪.‬‬
‫ب ‪ :‬اسعاري پاليسي ( ‪) Foreign exchange policy‬‬
‫د پيسو د تبادلې په نرخ کې د ثبات لپاره تدابير په برکې نيسي ‪.‬‬
‫ج ‪ :‬تعرفې پاليسي ( ‪) Tariff policy‬‬
‫په وارداتو او صادراتو باندې د ټکسونو د وضع کولو سيستم او الرې چارې څرګندوي ‪.‬‬
‫پورته ذکر شوې پاليسۍ په الندې ډول سره واضح کوالى شو ‪:‬‬
‫الف ‪ :‬صادراتي او وارداتي پاليسي (‪) Export and Import policy‬‬
‫نوموړې پاليسي د صادراتو او وارداتو په اړوند عملي کيږي پدې معنى چه کوم اجناس بايد صادر‬
‫شي او کوم اجناس وارد شي همدارنګه د اجناسو د صادرولو او واردولو لپاره معيار ‪ ،‬نوعيت ‪،‬‬
‫اندازه او نور تعينېږي ‪ .‬لکه هغه خام مواد چه په داخل کې د اجناسو په توليد کې استعاليږي په‬
‫هغوى باندې لوړ محصول وضع شي تر څو بهر ته ئې د صادريدو څخه مخنيوى وشي او‬
‫همدارنګه هغه خام مواد چه د خارج څخه واردېږي او په داخل کې ترينه د اجناسو په توليد کې ګټه‬
‫اخيستل کيږي بايد په هغوى ټکس معاف شي تر څو د جنس تمام شد قيمت په کموالي کې مرسته‬
‫وکړي او پدې ډول سره توليد شوى جنس په بهر کې د نورو هيوادونو د اجناسو سره سيالي وکړى‬
‫شي ‪.‬‬
‫چه پدې ډول سره له يوې خوا د داخلي توليداتو څخه مالتړ صورت نيسي چه ورسره په د استخدام‬
‫سطح لوړه وي ‪ ،‬د خلکو عايدات به زيات وي ‪ .‬او له بلې خوا څخه به د هيواد د صادراتو اندازه‬
‫لوړه شي چه ورسره به د هيواد د تادياتو په توازن کې بهتروالى راشي ‪.‬‬
‫ب ‪ :‬اسعاري پاليسي ( ‪) Foreign exchange policy‬‬
‫نوموړې پاليسي ددې لپاره عملي کيږي تر څو د صادراتو اندازه زياته شي چه د صادراتو په‬
‫زياتيدو سره د پيسو په نرخ کې استحکام رامنځ ته کيږي ‪ .‬ځکه کله چه د يو هيواد د صادراتو‬
‫اندازه لوړه وي نو هغه هيوادونه چې د نوموړي هيواد څخه اجناس واردوي مجبور دي چه خپل‬
‫پولي واحدونه د صادرونکي هيواد په پولي واحد تبديل کړي او پدې ډول سره به د صادرونکي‬
‫هيواد پيسو ته تقاضا زياته شي او د صادرونکي هيواد د پيسو په نرخ کې ثبات رامنځ ته شي ‪.‬‬
‫ج ‪ :‬تعرفې پاليسي ( ‪) Tariff policy‬‬
‫کله چه په وارداتي اجناسو لوړه ګمرکي تعرفه وضع شي نو د وارداتي جنس قيمت ورسره‬
‫لوړيږي او باالخره کيداى شي چه د هيواد په داخل کې د توليد شوي جنس څخه ئې قيمت لوړ‬
‫شي ‪.‬‬
‫چون پدې ډول سره د داخلي توليد څخه مالتړ کيږي نو حکومت په صادراتي اجناسو بغېر له هغو‬
‫خامو موادو څخه چه د هيواد په داخل کې په توليد کې ترينه استفاده کيږي تعرفې نه وضع کوي‬
‫ترڅو د هيواد د صادراتو اندازه زياته شي ‪.‬‬
‫د تعرفې وضع کول الندې اثرات رامنځ ته کوي ‪:‬‬
‫‪ : ١‬د وارداتو عوضي اجناسو توليد ‪ :‬کله چه د تعرفې په وضع کولو سره د وارداتي جنس قيمت‬
‫لوړ شي نو په داخل د هيواد کې د عوضي اجناس توليد پېل کيږي ‪.‬‬
‫‪ : ٢‬حمايوي اثر ‪ :‬د تعرفې د وضع کولو څخه وروسته داخل مؤلدين ددې قابليت پيدا کوي تر څو‬
‫خپل توليد زيات کړي ‪.‬‬
‫‪ : ٣‬د مصرف د استعمال اثر ‪ :‬د تعرفې له وضع کولو سره د وارداتي جنس قيمت لوړيږي چه‬
‫ورسره ئې په استعمال کې کموالى راځي او بالمقابل په داخل کې د عوضي اجناسو په استعمال کې‬
‫زياتوالى راځي ‪.‬‬
‫‪ : ٤‬د عايد او وزګارتيا اثر ‪ :‬د تعرفې په وضع کولو سره په هيواد کې کاروبار زياتيږي ‪ .‬څومره‬
‫چه ملي صنعت تقويه کيږي ورسره د وارداتي اجناسو عوضي اجناس په داخل کې توليديږي چه د‬
‫عايد او کاروبار په برخه کې د زياتوالي سبب ګرځي ‪.‬‬
‫‪ : ٥‬د پرداختونو توازن ‪ :‬د تعرفو په وضع کولو سره د وارداتو اندازه کميږي ‪ .‬او په داخل کې د‬
‫توليد اندازه زياتيږي چه د وارداتو په کموالي سره د خارجي پرداختونو په اندازه کې کموالى‬
‫راځي ‪.‬‬
‫بايد ذکر شي چه دا ټول عملونه هغه وخت ممکن دي چه مقابل لورى ( هيواد) ځوابي اقدام ونکړي‬
‫‪.‬‬
‫د ‪ :‬د خپل بازار د ساتلو کړنالره ‪:‬‬
‫ددې پاليسۍ څخه د نړۍ ټول هيوادونه تر زياته حده پورې ګټه پورته کوي ترڅو د خپل بازار د‬
‫ساتلو لپاره هر اړخيزه پالنونه پيش بيني کړي ‪ .‬د خپلو صادراتو سطح لوړه بيايي ‪ .‬او کوښښ‬
‫کوي تر څو د وارداتو اندازه کمه کړي ‪.‬‬
‫ددې موخې په منظور حکومت د خپل اداري نظام څخه ګټه پورته کوي او داسې خنډونه د وارداتي‬
‫مالونو په مقابل کې پيدا کوي تر څو وکوالى شي چه د داخلي اموالو په مقابل کې سيالي وکړي ‪ .‬او‬
‫هغه اصول چه حکومت يې د داخلي بازار د ساتلو لپاره په وارداتي اموالو وضع کوي عبارت دي‬
‫له ‪:‬‬
‫ګمرکي محصول لوړوالى ‪ ،‬د مال د کميت محدوديت ‪ ،‬په خارجي اسعارو محدوديت او داسې نور‬
‫‪.‬‬
‫د نوموړو محدوديتونو په ذريعه حکومتونه غواړي تر څو زياته اقتصادي ګټه تر السه کړي ‪.‬‬
‫هـ ‪ :‬په خپل ځان د متکي کيدو پاليسي ‪ :‬دا پاليسي په ( ‪ ) ١٩٥٠‬کال کې يو شمېر هيوادونو د‬
‫خپل اقتصاد لپاره غوړه کړه ‪ .‬ددې پاليسۍ موخه دا وه چه خپل اقتصاد د نورو هيوادونو څخه بېل‬
‫او خپلې ټولې اړتياوې په خپله رفع کړي ‪.‬‬
‫دا پاليسي پدې ډول عملي کيده چه چه حکومت خپل سرحدونه د وارداتي اموالو په مقابل کې تړلي‬
‫وساتي ‪ .‬چه دا ډول پاليسي د ټولو هيوادونو په پرتله په سوسيالستي هيوادونو کې زياته وه چه اوس‬
‫مهال په شمالي کوريا کې عملي بڼه لري ‪.‬‬
‫خو لکه څنګه چې پوهېږو په نړۍ کې هيڅ يو هيواد نشي کوالى چه په يوازېتوب سره خپلې ټولې‬
‫طبعي او توليدي سرچېنې پوره کړي نو په خپل ځان د متکي کېدو پاليسي خپله اقتصادي‬
‫کمزورتيا ده ‪.‬دا ځکه چې دغه ډول پاليسۍ خپلونکو هيوادونو نه يوازې دا چې خپل ځان يې په‬
‫محدوده ساحه کې راګير کړى بلکه د نړۍ نور هيوادونه يې هم د ستونزو سره الس او ګرېوان‬
‫کړي دي ‪.‬‬
‫د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ موخې ‪:‬‬
‫‪ : ١‬د صادراتو زياتوالى ‪ :‬د وروسته پاتې هيوادونو د صادراتو اندازه اکثره وخت د وارداتو په‬
‫نسبت کمه اوسي او په نتېجه کې د تادياتو په توازن کې نقصان رامنځ ته کيږي ‪ .‬پدې هيوادونو‬
‫کې د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ اساسي موخه ددې نقصان رفع کول دي ‪.‬‬
‫‪ : ٢‬د صادراتو د ډولونو زياتوالى ‪ :‬د نقصان د رفع کولو په خاطر پوازې د صادرات زياتوالى‬
‫کافي ندى بلکه د صادراتو ډولونه بايد زيات شي او همدارنګه په صادراتو کې بايد د صنعتي‬
‫اجناسو سهم زيات شي ‪ ،‬د هغوى معيار لوړ شي ‪ ،‬نوي بازارونه ولټول شي چه پدې برخه کې‬
‫صادرونکي کومک ته اړتيا لري نو د بهرنۍ سوداګرۍ پاليسي بايد داسې عياره شي چه د‬
‫صادرونکو سره د مرستې او سهولت د رامنځ ته کيدو سبب وګرزي ‪ .‬او صادرونکو ته په کم سود‬
‫سره قرضونه اماده شي چه په نتېجه کې د مقدار ‪ ،‬معيار او کيفيت په ساحو کې بهتروالى رامنځ‬
‫ته کيږي ‪.‬‬
‫‪ : ٣‬د نوو زيږيدلو صنعتونو څخه حمايت ‪ :‬د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ يوه عمده موخه د نوو‬
‫رامنځ ته شوو صنعتونو حمايت دى ‪.‬‬
‫څرنګه چې په وروسته پاتې هيوادونو کې صنعت ترقي نده کړې او د پرمختللو هيوادونو سره‬
‫سيالي نشي کوالى ‪ ،‬که د پرمختللو هيوادونو څخه د صنعتي اجناسو واردات په عادي توګه ادامه‬
‫ولري نو د پرمختيايي هيوادونو صنعتي پرمختګ د ستونزو سره مخامخ کوي ‪ .‬پداسې حالتونو کې‬
‫د سوداګرۍ د پاليسۍ په اساس په وارداتي اجناسو لوړ ټکسونه وضع شي او ددې ترڅنګ په داخل‬
‫کې هغه مؤلدين چې د وارداتو عوضي اجناس توليدوي تشويق شي او هغوى ته په کم سود سره‬
‫قرضونه اماده شي ‪ .‬د ټکسونو په زياتوالي سره له يوې خوا د وارداتو اندازه کميږي او له بلې خوا‬
‫د وارداتو عوضي اجناس په داخل کې توليديږي چه د ملي توليداتو د تقويې په نتېجه کې د تادياتو‬
‫په توازن کې بهتروالى راځي چه په هيواد کې د پانګې اچونې عمل زيات او د کاروبار ساحه‬
‫ورسره پراخيږي او هيواد په اقتصادي لحاظ په پښو دريږي ‪.‬‬
‫‪ : ٤‬د صادراتو او وارداتو د نسبت زياتوالى ‪ :‬د صادراتو او وارداتو ترمنځ نسبت يا مقايسې ته د‬
‫تجارت نسبت ويل کېږي ‪ .‬که د صادراتو او وارداتو نسبت مساوي وي نو تعادل دى ‪.‬د صادراتو‬
‫د ارزش زياتوالى د صادرونکي هيواد په ګټه او کموالى يې د صادرونکي هيواد په تاوان دى ‪.‬‬
‫تجارتي پاليسي بايد داسې ترتيب شي چه د هغې له مخې هغه اجناس چه په نړيوال بازار کې لوړ‬
‫قيمت ولري صادر شي ‪ ،‬د زراعتي اجناسو په ځاى د صنعتي اجناسو سهم په صادراتو کې زيات‬
‫شي‪ ،‬همدارنګه د زراعتي موادو ذخاير ايجاد شي تر څو د زراعتي اجناسو په نرخونو کې د‬
‫زياتوالي سره مجادله وکړاى شي ‪ .‬د ضروري خامو موادو او صنعتي اجناسو توليد بايد په داخل د‬
‫هيواد کې صورت ونيسي چه پدې ترتيب سره د صادراتو او وارداتو په نسبت کې ښه والى رامنځ‬
‫ته کيږي ‪.‬‬
‫‪ : ٥‬د پيسو په داخلي او خارجي قيمتونو کې استحکام ‪ :‬کوم هيواد چې د تادياتو په برخه کې د‬
‫نقصان سره مخامخ شي د هغوى د پيسو په خارجي قيمت کې کموالى راځي او په هيواد کې د ننه د‬
‫پيسو ارزښت راټيټيږي ‪ .‬تجارتي پاليسي بايد داسې عياره شي چې د ملي پيسو قيمت په داخل او‬
‫خارج کي ثبات پيدا کړي ‪ ،‬په خارجي اسعارو تبادله بايد کنترول شي او د ټاکلي نظام الندې بايد‬
‫صورت ونيسي په وارداتو لوړ ټکسونه وضع شي او همدارنګه د وارداتو په برخه کې د معياري‬
‫محدوديت څخه استفاده وشي ‪ .‬چه پدې سره د سوداګرۍ د پاليسۍ په مرسته کيداى شي چه د پيسو‬
‫په داخلي او خارجي ارزښت کې ثبات رامنځ ته شي ‪.‬‬
‫‪ : ٦‬سوداګريزې اړيکې ‪ :‬د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ په مرسته د نړۍ د مختلفو هيوادونو سره‬
‫سوداګريزې اړيکې رامنځ ته او پراخيږي ‪ .‬مختلفو هيوادونو ته د نمايندګانو ليږل ‪ ،‬په سوداګريزو‬
‫نندارتونونو کې برخه اخيستل د يو هيواد د صادراتو د زياتوالي او د مصنوعاتو د بهتروالي سره‬
‫مرسته کوي ‪.‬‬
‫د يورتنيو تشريحاتو څخه نتېجه اخيستل کيږي چه يو هيواد د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ په مرسته‬
‫خپل صادرات او واردات ‪ ،‬د پيسو تبادله او د هغې نرخ ‪ ،‬وارداتي او صادراتي ټکسونه ‪،‬‬
‫صادراتي اعانې او د معياري سيستم مروجول او نور ټول هغه تدابير دي چې د هغې په مرسته د‬
‫هيواد د اقتصادي حالت د استحکام او د تادياتو د توازن او ښه والي سبب ګرزي ‪.‬‬

‫د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ د عملي کولو وسايل ‪:‬‬


‫‪ : ١‬تعرفه ‪ :‬تعرفه اکثره وخت په وارداتي اجناسو باندې وضع کيږي او په صادراتي اجناسو‬
‫باندې ډېره مروجه ندى ‪ .‬تعرفه د وارداتي اموالو قيمت لوړوي چه د قيمت په لوړيدو سره‬
‫مصرفونکي د نوموړي جنس لپاره خپله تقاضا کموي او خپله تقاضا هغه اجناسو ته چې په داخل‬
‫کې توليد شوي وي زياتوي يا راګرځوي ‪.‬‬
‫د تعرفې د وضع کولو موخې ‪:‬‬
‫الف ‪ :‬خارج سره د سيالۍ په خاطر د داخلي توليدونکو لپاره امکانات برابرول ‪.‬‬
‫ب ‪ :‬د خارجي ارزانه کارګرې قوې په مقابل کې د داخلي کارګرې قوې څخه استفاده کول ‪.‬‬
‫ج ‪ :‬د بې کارۍ د له منځه وړلو په خاطر د ملي توليداتو پراختيا ‪.‬‬
‫د ‪ :‬د خارجي اجناسو د قيمتونو د لوړوالي په صورت کې داخلي توليدونکو څخه حمايت‪.‬‬
‫‪ : ٢‬وارداتي معيار ‪ :‬د وارداتو د معيار څخه موخه داده چه حکومت د يو جنس واردولو لپاره حد‬
‫ټاکي چې د کال په جريان کې بايد په کومه اندازه وارد شي ‪.‬‬
‫د وارداتي معيار ډولونه ‪:‬‬
‫الف ‪ :‬معياري تعرفې ( ‪ :) Tariff Quota‬د معياري تعرفو په اساس يو معلوم مقدار جنس په لږ‬
‫ټکس سره وارديدالى شي او که د ټاکل شوي مقدار څخه د جنس اندازه زياته شي نو ټکسونه هم‬
‫پرې لوړوي ‪.‬‬
‫ب ‪ :‬يو طرفه معيار ‪ :‬يو هيواد يوازې په خاصو شرايطو کې د يو وارديدونکي جنس لپاره حد‬
‫ټاکي او په ټاکل شوي مقدار سره نوموړى جنس وارديدالى شي ‪.‬‬
‫ج ‪ :‬دوه طرفه معيار ‪ :‬د وارداتو او صادراتو يو خاص معيار دى ‪ .‬يا په بله عبارت د صادرونکي‬
‫او واردونکي ترمنځ فيصله صورت نيسي چه څومره جنس صادر او څومره وارد شي ‪.‬‬
‫د ‪ :‬وارداتي اليسنس ‪ :‬ددې سيستم الندې د واردونکي لپاره د وارداتو د مقدار اليسنس حاصلول‬
‫په کار دي ‪ .‬چه د دغه اليسنس واردونکي ته خارجي اسعار جريان پيدا کوي او د هغې په مرسته‬
‫اموال واردوالى شي ‪.‬‬
‫د وارداتي معيار ښه والى ‪:‬‬
‫وارداتي معيار د الندې داليلو په اساس ګټور ثابتيږي البته د تعرفې په پرتله ‪:‬‬
‫الف ‪ :‬ددې سيستم په مرسته حکومت په اسانۍ سره په وارداتو باندې کنترول کوالى شي ‪.‬‬
‫ب ‪ :‬که يو صنعت نوى وي او حمايت ته ضرورت ولري ولې د سياسي علتونو له امله په‬
‫وارداتو تعرفې نشي زياتيدالى نو په دې صورت کې وارداتي معيار ګټور ثابتيږي ‪.‬‬
‫‪ : ٣‬امتيازي قيمت ( ‪ : ) Dumping‬کله چې يو هيواد يو جنس د خپل داخلي بازار څخه په ټيټ‬
‫نرخ سره نړيوال بازار ته وړاندې کړي نو دې ته امتيازي قيمت ويل کيږي ‪.‬‬
‫‪ : ٤‬سبسايدي ( ‪ : ) Subsidy‬سبسايدي عبارت له يو مقدار پيسو څخه دى چې حکومت يې د‬
‫خپلې خزانې او يا کومې بلې مرجع څخه صادراتي کمپنيو ته د معين مقدار صادراتي اموالو په‬
‫مقابل کې ورکوي ‪.‬‬
‫او يا په بل عبارت ‪ :‬د افرادو او خصوصي صنايعو سره د دولت مستقيمه او غېر مستقيمه مرسته‬
‫د هغوى د اقتصادي رونق او رفاه په خاطر عبارت د سبسايدي څخه دى ‪.‬‬
‫د سبسايدي د ورکولو څخه د حکومت موخه دا وي تر څو صادرونکې کمپنۍ په اساني سره‬
‫وکوالى شي چه په بهرنيو هيوادونو کې د نورو هيوادونو سره په خرڅالو کې سيالي وکړاى شي ‪.‬‬
‫سبسايدي اکثره وخت هغو کمپنيو ته ورکول کيږي چې د دوى لپاره په صادراتو کې کومه ګټه نه‬
‫وي او يا هم لږه ګټه موجوده وي ‪.‬‬
‫سبسايدي مرستې عبارت دي له ‪:‬‬
‫الف ‪ :‬د يوه اندازه لګښتونو بېرته ورکول ‪.‬‬
‫ب ‪ :‬د خامو او پخو موادو په وړلو او راوړلو کې خاصې حقوقي صادراتي کمپنۍ ته مرسته‬
‫ورکول ‪.‬‬
‫ج ‪ :‬صادراتي کمپنيو ته په مالياتو کې مراعات کول ‪.‬‬
‫د ‪ :‬صادراتي کمپنيو ته په وارداتو کې د ګمرکي محصول واپس کول ‪.‬‬
‫هغه سبسايدي ګانې چه د صادراتو د تشويق لپاره ورکول کيږي موخه يې د تادياتو د بيالنس د‬
‫توازن برابرول دي ‪.‬‬
‫‪ : ٥‬مالي او اداري محدوديت ‪ :‬مالي او اداري محدوديت يوه بله وسيله ده چه واردونکى هيواد د‬
‫وارداتي جنس لپاره ډول ډول معيارونه ټاکي چې دا ډول معيارونه د حکومت بيال بيلې ادارې‬
‫جوړوي لکه د عامې روغتيا وزارت ‪ ،‬د زراعت وزارت او نور ‪.‬‬
‫په عمومي ډول سره دغه معيارونه د وارداتي اموالو په وړاندې په دوه برخو ويشل کيږي ‪:‬‬
‫الف ‪ :‬صنعتي نورمونه او معيارونه ‪:‬‬
‫ب ‪ :‬زراعتي نورمونه او معيارونه ‪:‬‬
‫الف ‪ :‬صنعي نورمونه او معيارونه ‪ :‬صنعتي نورمونه او معيارونه ددې لپاره ټاکل کيږي چه په‬
‫هيواد کې خپل وګړي د صنعت له خطر څخه وساتي ‪ .‬لکه کيمياوي خطرناک مواد او وسايل او د‬
‫ماشومانو د لوبو ځينې سامان آالت او داسې نور ‪.‬‬
‫ب ‪ :‬زراعتي نورمونه او معيارونه ‪ :‬دا ډول نورمونه په الندې مالونو وضع کيږي ‪:‬‬
‫لکه زراعتي مالونه ‪ ،‬خوراکي مالونه او نور ‪.‬‬
‫پورته ذکر شوي نورمونه واردات کموي او نه پريږدي چه په اسانۍ سره نورم لرونکي هيواد ته‬
‫داخل شي ‪.‬‬
‫‪ : ٦‬د حکومت لخوا د ځينې خطرونو په غاړه اخيستل ‪ :‬په ځينې وختونو کې حکومت هرې هغه‬
‫کمپنۍ ته چې په ګوته شوي ځاى کې پانګه اچونه وکړي نو حکومت يې ضمانت په غاړه اخلي چې‬
‫پدې ډول سره د دولت غاړه اېښودل هر ډول سياسي ‪ ،‬تجارتي او د اسعارو د نرخ تغير خطر ته‬
‫ددې باعث کيږي چه تجارتي کمپنۍ د داخلي بازار په ځاى بهرني بازار ته مخه وکړي ‪ .‬همدارنګه‬
‫د حکومت لخوا د پيسو د نرخ ټاکل د اسعارو په مقابل کې ددې سبب ګرځي تر څو دولت خپل‬
‫صادرات د کميت او کيفيت له نظره منظم کړي ‪.‬‬
‫‪ : Anti Dumping : ٧‬د ګمرکي محصول يو ډول دى چې ددې ډول ګمرکي محصول څخه د‬
‫اخيستونکي هيواد موخه دا وي کله مقابل لورى ( هيواد ) د خپل جنس قيمت ارزانه کړي او‬
‫واردونکى هيواد د وېرې څه چه د خپل توليد شوي جنس قيمت يې لوړ دى په وارديدونکي مال‬
‫لوړ ګمرکي محصول وضع کوي تر څو وارد شوى مالونه د داخلي توليد څخه په لوړ قيمت تمام‬
‫شي او رقابت ورسره ونشي کوالى ‪ .‬يعنې ‪ Anti Dumping‬ګمرکي محصول د ‪Dumping‬‬
‫ضد عمل دى ‪.‬‬
‫په پرمختيايي هيوادونو کې د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ ګټورتوب ‪:‬‬
‫لکه څنګه چې پوهېږو پرمختيايي هيوادونه د زياتو ستونزو سره الس او ګرېوان دي لکه د نفوسو‬
‫چټک زياتوالى ‪ ،‬د عايد کموالى ‪ ،‬د ښوونې او روزنې د سطحې ټيټوالى ‪ ،‬روغتيايي ستونزې ‪ ،‬د‬
‫تادياتو د بېالنس کسر او نورې ستونزې چې په نوموړو ستونزو د الس بري په خاطر اګر چې‬
‫ټول پرمختيايي هيوادونه کوښښ کوي تر څو د نوموړو ستونزو څخه خالص شي او د خپلو‬
‫خوبونو تعبير په رښتيا هم ووېني ‪.‬‬
‫له بلې خوا پرمختللي هيوادونه چې د ژوند هر ډول اسانتياوې ورته برابرې دي ‪ ،‬د ژوند سطح يې‬
‫لوړه ده ‪ ،‬عايدات يې زيات دي ‪ ،‬روغتيايي ستونزې يې ډېرې کمې دي او داسې نورې اسانتياوې ‪.‬‬
‫نو پدې ډول سره که وګورو نو پرمختللو او پرمختيايي هيوادونو ترمنځ اقتصادي ‪ ،‬سياسي ‪،‬‬
‫کلتوري او ټولنيز واټن نور هم زياتېږي او د زياتېدو په حال کې دى ‪ .‬ځکه چه په پرمختللو‬
‫هيوادونو کې د پرمختللې تکنالوژۍ موجوديت ‪ ،‬د ماهرو کارګرانو موجوديت ‪ ،‬د پانګې زياتوالى‬
‫او نور هغه عوامل دي چې کوالى شي د هغوى په وسېله نړيوال بازارونه د خپل اغېر الندې‬
‫راولي او په خپله ګټه ورته تغير ورکړي ‪ .‬چه دغه عمل د پرمختيايي هيوادونو په وړاندې يوه بله‬
‫ستونزه ده چه د پرمختللو هيوادونو لخوا ورته رامنځ ته شوې ده ‪ .‬ځکه چه پرمختيايي هيوادونه‬
‫اکثره خام مواد صادروي او د صنعتي اجناسو د خرڅالو لپاره لوى بازار جوړي ‪.‬‬
‫لکه څنګه چې مخکې ذکر شول چې د پرمختيايي هيوادونو د تادياتو بېالنس اکثره وخت د کسر‬
‫سره مخامخ وي ځکه چه صادرات يې کم او د وارداتو اندازه يې البته د ارزښت له مخې زياته وي‬
‫‪ .‬نو پدې ډول سره که چېرې په پرمختيايي هيوادونه کې د پرمختللو هيوادونو د صنعتي اجناسو‬
‫خرڅالو همداسې دوام ولري نو زما په اند هيڅ کله به هم د پرمختيايي هيوادونو د وګړو د خوبونو‬
‫تعبير رښتيا نشي ‪.‬‬
‫که چېرې پرمختيايي هيوادونه د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې خپله پاليسي عملي کړي‬
‫د مثال په ډول ‪ :‬هغه اجناس چې په بهر کې توليديږي او په داخل د هيواد کې د داخلي اجناسو په‬
‫پرتله په ارزانه قيمت تماميمي نو په هغوى باندې لوړ کمرکي محصول وضع کړي ‪ ،‬او يا د‬
‫نوموړي جنس د مقداري محدوديت ( ‪) Quota – System‬څخه کار واخلي نو پدې ډول سره به‬
‫د وارديدونکو اجناسو قيمتونه لوړ شي او په اساني سره به ونشي کوالى چې د داخلي توليديدونکو‬
‫اجناسو سره سيالي وکړي ‪ .‬نو پدې ډول سره به د هيواد د وګړو تقاضا د بهرنيو توليداتو په ځاى‬
‫داخلي توليداتو ته زياته شي او د داخلي توليد په استعمال به پېل وکړي چې پدې ډول سره به له‬
‫يوې خوا د هيواد د وګړو تقاضا د داخلي توليد په مرسته رفع شي او له بلې خوا به په داخلي‬
‫تصديو کې د اضافي تقاضا د رفع کيدو په منظور د نوموړي جنس په توليد کې زياتوالى راشي چې‬
‫د توليد د زياتوالي په منظور به په تصديو کې اضافي کارګرانو ته ضرورت رامنځ ته شي چې‬
‫ورسره به د استخدام سطح لوړه شي او د استخدام د سطح په لوړيدو سره به د خلکو په عايداتو کې‬
‫زياتوالى راشي چې پدې ډول سره به د حکومت لپاره هم د عايد د السته راوړلو يوه منبع جوړه‬
‫شي تر څو په خرڅالو ټکس او په عايداتو ټکس واخلي ‪.‬‬
‫همدارنګه هغه عوامل چې د اجناسو په توليد کې زياتوالى راولي او يا هم د توليد د تمام شد قيمت‬
‫په راټيټولو کې مرسته کوي لکه پرمختللې تکنالوژي او يا هغه خام مواد چې د بهر څخه واردېږي‬
‫او د هيواد په داخل کې ورڅخه د اجناسو په توليد کې ګټه اخيستل کيږي په هغوى باندې بايد‬
‫حکومت ګمرکي محصول ختم کړي تر څو داخلي توليدونکي دې ته تشويق شي چې پرمختللې‬
‫تکنالوژي او ضروري خام مواد وارد کړي تر څو د اجناسو په توليد کې ترينه ګټه واخيستل شي‪.‬‬
‫همدارنګه په پرمختيايي هيوادونو کې چې نوى صنعت رامنځ ته شي نو د زياتو لګښتونو په‬
‫درلودلو سره نشي کوالى چې د پرمختللو هيوادونو د اجناسو سره سيالي وکړي نو که چېرې د‬
‫نوي صنعت څخه حمايت صورت ونه نيسي نو د زياتو لګښتونو له امله کېداى شي چې له منځه‬
‫والړ شي ‪ .‬او که مالتړ ترېنه صورت ونيسي ‪ ،‬پدې معنى چې په وارديدونکو اجناسو باندې لوړ‬
‫ګمرکي محصول وضع شي او يا د نورو پاليسيو څخه ګټه واخيستل شي نو د هغوى قيمت لوړيږي‬
‫چې د داخلي توليدونکو د تشويق سبب به وګرځي چې کيداى شي د صنعت په برخه کې پانګه‬
‫اچونه نوره هم زياته شي ‪.‬‬
‫همدارنګه هغه تصدي ګانې چې د هغوى لپاره په صادراتو کې ګټه نه وي او يا هم د ګټې اندازه يې‬
‫کمه وي نو که د حکومت لخوا هغوى ته سبسايدي ( ‪ ) Subsidy‬ورکړل شي او يا يې په صادراتو‬
‫باندې ټکسونه له منځه والړ شي نو کېداى شي چې نوموړې ستونزې يې کمې او يا له منځه‬
‫والړې شي چې دا هم کيداى شي چې د هيواد د تادياتو په بېالنس کې د توازن سبب وګرځي ‪....‬‬
‫نو که چيرې پرمختيايي هيوادونه د صادراتو او وارداتو په برخه کې د الزمو وسايلو څخه ګټه‬
‫واخلي نو پدې ډول سره به د داخلي صنعت څخه مالتړ صورت ونيسي او داخلي مؤلدين به نورې‬
‫پانګې اچونې ته تشويق شي چې له يوې خوا به د داخلي توليدونکو لپاره د توليد د زياتوالي‬
‫امکانات برابر شي او د هيواد خام مواد به په داخل کې د توليد لپاره استعمال شي ‪ ،‬له بلې خوا به د‬
‫استخدام سطح ورسره لوړه شي چې پدې ډول سره به د خلکو او کورنيو د عايد سطح هم لوړه شي‬
‫چې عايد په زياتوالي سره به د عايد يوه برخه په لګښت ورسېږي او د عايد هغه برخه چې د‬
‫ورځنيو لګښتونو د يوره کولو څخه وروسته پاتې شي نو هغه به سپما شي چې د تقاضا د زياتوالي‬
‫د پوره کولو لپاره به بيا په پانګه اچونه کې په کار يوړل شي چې پدې ډول سره به د پرمختيايي‬
‫هيوادونو د اقتصادي پرمختيا جريان تېز شي او د پرمختيايي هيوادونو د وګړو د خوبونو تعبير به‬
‫باالخره په رښتيا بدل شي ‪.‬‬
‫پايلې‬
‫‪ : ١‬په پرمختيايي هيوادونو کې چې يو صنعت نوى رامنځ ته شي نو په لومړيو وختونو کې د‬
‫زياتو لګښتونو په درلودلو سره نشي کوالى چه د بهرنيو هيوادونو د اجناسو سره سيالي وکړي نو‬
‫که چېرې مالتړ ورڅخه صورت ونه نيسي نو کيداى شي چې له منځه والړ شي ‪.‬‬
‫‪ : ٢‬که چېرې پرمختيايي هيوادونه د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې خپله پاليسي عملي کړي نو‬
‫کېداى شي چې هغه ستونزې چې په اوس وخت کې ورسره مخامخ دي له منځه يوسي ‪.‬‬
‫‪ : ٣‬د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ په مرسته د پرمختيايي هيوادونو د تادياتو په بيالنس کې ښه‬
‫والى رامنځ ته کيداى شي ‪.‬‬
‫‪ : ٤‬په پرمختيايي هيوادونو کې د داخلي صنعت څخه د مالتړ په نتېجه کې په داخلي توليداتو کې‬
‫زياتوالى رامنځ ته کيږي چې ورسره د استخدام سطح لوړيږي ‪ ،‬چې د استخدام د سطح په لوړيدو‬
‫سره د خلکو په عوايدو کې زياتوالى راځي چې پدې ډول سره يې د خلکو د ژوند سطح لوړيږي ‪.‬‬
‫‪ : ٥‬چون پرمختيايي هيوادونه د پرمختللو هيوادونو د اجناسو د خرڅولو عمده مرکزونه جوړوي‬
‫نو که د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې خپله پاليسي عملي نکړي نو تر ابده ابده به يې خپل اقتصادي‬
‫حالت خراب او د پرمختللو هيوادونو سره به يې اقتصادي توپيرونه نور هم زيات شي ‪.‬‬

‫وړانديزونه‬
‫‪ : ١‬چون اکثره پرمختيايي هيوادونه خام مواد صادروي نو پدې ډول سره ورته په کار دي چې‬
‫خپله د بهرنۍ سوداګرۍ پاليسي داسې عياره کړي چې د هغې له مخې هغه خام مواد چې په داخل‬
‫کې ورڅخه د اجناسو په توليد کې ګټه اخيستل کيږي او د نورو هيوادونو څخه وارديږي په هغوى‬
‫باندې ګمرکي محصول معاف کړي ترڅو د داخلي صنعت د تقويه کيدو سبب شي ‪.‬‬
‫‪ : ٢‬په پرمختيايي هيوادونو کې ټول هغه اجناس چې د بهر څخه وارديږي او په داخل کې يې هم‬
‫توليد صورت نيسي نو په وارديدونکي اجناسو بايد لوړې ګمرکي تعرفې وضع کړي او د مقداري‬
‫محدوديت څخه ګټه واخلي تر څو د داخلي توليدونکو د تشويق سبب وګرځي‪.‬‬
‫‪ : ٣‬دا چې پرمختللې تکنالوژي د توليدي لګښتونو د کموالي ‪ ،‬د توليد د مقدار د زياتوالي او د‬
‫توليد د کيفيت د ښه والي سبب ګرځي نو د خپل داخلي توليد د کيفيت او کميت د ښه والي په منظور‬
‫بايد واردونکي تشويق شي ترڅو پرمختللې تکنالوژي وارد کړي ‪.‬‬
‫‪ : ٤‬ټولې هغه توليدي تصدي ګانې چې په صادراتو کې يې ګټه نه وي او يا ورته په صادراتو کې‬
‫کمه ګټه پاتې کيږي نو د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې بايد هغوى ته سبسايدي ( ‪) Subsidy‬‬
‫ورکړل شي او هم يې په صادراتو باندې ګمرکي محصول کم او يا له منځه يوسي ‪.‬‬
‫‪ : ٥‬چون د اکثره پرمختيايي هيوادونو د تادياتو بيالنس د کسر سره مخامخ وي نو د تادياتو د‬
‫بيالنس د کسر د له منځه وړلو په خاطر بايد پرمختيايي هيوادونه د صادراتو او وارداتو په برخه‬
‫کې د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ د عملي کولو په برخه کې د ټولو الزمو وسايلو څخه ګټه پورته‬
‫کړي ‪.‬‬

‫ماخذونه‬
‫‪ : ١‬پوهنيار ‪ ،‬نظامي ‪ ،‬حمدهللا ‪ ،‬نړېوالې اقتصادي اړيکې ‪ ،‬لکچر نوټ ‪ ،‬ننګرهار پوهنتون ‪،‬‬
‫اقتصاد پوهنځى ‪.‬‬
‫‪ : ٢‬نامزد پوهيالى ‪ ،‬عتيق هللا ‪ ،‬خارجي تجارت تخنيکونه ‪ ،‬لکچر نوټ ‪ ،‬ننګرهار پوهنتون ‪،‬‬
‫اقتصاد پوهنځى ‪.‬‬

You might also like