Professional Documents
Culture Documents
Islmaiyat Assignment
Islmaiyat Assignment
دي ،او دغه د بې اتفاقۍ ټکي ته په هر مجلس او هره غونډه کې اشاره کېږي .اما ،ټول مسلمانان
شاید په دغه خبره سره متفق وي ،چې مسلمانان د ژوند په ډېرو اړخونو کې ،د نړۍ له ډېرو خلکو
څخه وروسته پاته دي .ځینو یو ډول علتونه او ځینو بل شانته علتونه وړاندې کړي دي .زه هم غواړم
.چې په خپل نوبت سره خپل نظر قدرمنو لوستونکو ته وړاندې کړم
البته ،د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو ډېر علتونه دي ،اما ،یو تعداد خلک د مسلمانانو د وروسته پاتې
کېدو اصلي علت د دین او سیاست یوځای کېدل ګڼي ،او دوی په دغه فکر دي چې دین له سیاست
څخه باید جدا شي .زه پخپله له دغه مفکورې او نظریې سره د زړه له کومي مخالفت لرم ،او دغه
.نظریه باالکل له حقیقت څخه لیرې ګڼم
زما په فکر سره د دغې ټکي صحیح حالت باید داسې ولیکل شي چې په ”اسالم کې دین او سیاست
“.یو له بله نه شي جدا کېدلی
اسالمي سیاست له ټولو سیاستونو څخه بهترین او کامیاب سیاست دی .ځینې خلک د دین او سیاست
جدا کول غواړي ،او دوی فکر کوي چې د مسلمانانو د وروسته پاته کېدو یو عمده علت همدا دی .زه
:غواړم خپل نظر د دغه نظریې د ردولو په برخه کې په الندې ډول سره وړاندې کړم
مسلمان سیاستوال باید خپلو خلکو ته دروغ ونه وایي ،د دروغو وعدې ورنکړي ،خپل خلک دوکه ۱-
نکړي ،حقیقي او د عملي کېدو وړ وعدې ورکړي ،او بیا په خپلو وعدو وفا وکړي ،او خپلو خلکو ته د
زړه له کومي خدمت وکړي .نو ووایه! له دغې سیاست څخه بل ښه سیاست شته؟! په اوسني وخت
کې اکثره خلک له دغو څخه ډېر ځورېږي ،چې سیاستوال د خلکو د یوې رٔایې د السته راوړلو د پاره
د دروغو وعدې ورکوي ،یعنې ،سیاست دوی ته دروغ ویل ،خلکو ته دوکه ورکول ،ناحقه چاالکي
کول ،او د خلکو په سترګو کې خاورې اچول ،معرفي شوی ،او دغه حقیقت هم دی .نو ګرانو او
!قدرمنو لوستونکو
تاسې پخپله قضاوت وکړی چې کوم سیاست به ښه سیاست وي؟ داچې مسلمان سیاستوال هم دغه
اسالمي سیاست نه تطبیق کوي ،نو هغه ته بیا صحیح او مکمل مسلمان نه شي ویل کېدای ،او د هغو
.څخه باید هېڅ مسلمان دفاع ونکړي
ځینې مسلمانان وایي ،چې دین له سیاست څخه جدا شي ،او دوی فکر کوي چې د اسالم له الرې ۲-
.ترقي او پرمختګ امکان نلري .دا ټول دلیلونه د منلو وړ ندي
که څوک خپل ځان د یوه اسالمي ګوند غړی او متعهد بولي ،او هم په عین وخت کې پدې فکر وي
چې سیاست او دین باید جدا وي ،نو دغه ددې معٰن ی ورکوي لکه چې کوم یو شاګرد د امتحان په ورځ
په غلط ځای کې ناست او د غلط مضمون د پارچې په حل بوخت وي .یعنې دغه شانته خلک په غلط
ځای کې ناست دي ،د غلطې پارچې د حل کولو کوښښ به کوي ،اما په آخر کې به هغه مطلق ناکام
.کېږي
یو وخت له ما سره د حج په سفر کې ۲د طب د پوهنځۍ استادان ،او یو بل ورور چې په جاپان کې
کړي وه ،ملګري و .همدغه دواړه د طب د پوهنځۍ استادان ډېر PhDیې د الکترانېکس په رښته کې
زیرک او هوښیار خلک و .دوی دواړه په حقیقت کې په غربي نړۍ کې مسلمان ساینس دان و .دوی
BlackBerryډېر خاکسره او د ښو اخالقو خاوندان و .د هغه دریم نفر سره په هغه وخت کې د
موبایل تلفون و ،چې هغه موبایلونه په هغه وخت کې بازار ته وړاندې شوي نه و .د هغې سره یې
موجود و ،او هغې ماته ویل ،چې دغه موبایل دده بچۍ دی .یعنې دغه موبایل Prototypeاولینی
تلفون ده ډیزاین کړی و .دغه ۳واړه وروڼه ،دومره ښه خلک و ،چې زما به هېڅکله هم د دوی ښه
توب هېر نه شي .په بل عبارت په حقیقت کې همدغه ۳مسلمان ساینس دان و .دوی دری واړه د
ورېښمینو د بړستنو په شان نرم خلک و ،او دوی هېڅکله په دغه مفکوره نه و ،چی سیاست باید له
دین څخه جدا شي .د حیرانتیا خبره خو داده ،چې هغه خلک چې سیاست له دین څخه جدا غواړي،
.هغوی ته متٔاسفانه اسالمي او شیطاني سیاست یو شان معلومېږي
همدارنګه ،اسالم له ۱۴۴۰کالو را پدیخواه ،ټول انسانان تدبر ،تحقیق ،او ښه تحلیل ته هڅوي ،او
دغه تشویقي مفکوره به تر قیامته پورې دوام لري .یا په بل عبارت ،اسالم خپلو پیروانو ته امر کوي،
چې د هللا(ج) په خلقت کې په ډېر غور او دقت سره فکر وکړي .دغه کار ته نن سبا په مخ تللو
ملکونو کې ،ریسرچ ،او تحقیق وایي .نو ګرانو لوستونکو! اسالم په ښکاره ډول خپل پیروان ریسرچ
.او تحقیق ته هڅوي
په اوسنۍ زمانه کې شاید مسلمانان تر بل هرچا زیات آیفون موبایل استعمال کړي ،اما ددې په فکر
!کې نه دي چې ووایي چې دغه آیفون چا جوړ کړیدی؟
د یادولو وړ ده ،چې دغه شانته ونه شي چې یو بادرده مسلمان ورور او یا خور ،چې د مسلمانانو د
اوسني حالت څخه رنج وړي ،او غواړي د اسالم په رڼا کي نویې فیصلې وکړي ،او غواړي چې په
.ملک کې ترقي راولي ،نو بیا دغه په مختلفو نومونو متهم شي ،او د هغو د پرمختګ مخه ونیول شي
الف – البته دغه نقطه باید ښه واضح شي ،چې په اسالم کې الحمدهللا ،د هرشي د پاره مناسب حل
.شته .دا چې مونږه په هغه پوهېږو او کنه؟ هغه زمونږه د پوهې کمي ده
ب – د دیني علماوو مٔسولیت دی ،چې اسالم په حقیقي بڼه خلکو ته ور وپېژني .په اسالمي نظام کې
کار باید اهل د کار ته وسپارل شي .یعنې اول اهل د کار په عالي سویه تربیه شي ،او کوښښ وشي
چې په هر مسلک کې ښه تکړه مسلمان کدرونه وروزل شي .مسلمانان باید دغه کوښښ ونکړي چې
دوی هر کاره او بیا په حقیقت کې هېڅ کاره وي .هر مسلمان باید یو کار او یو مسلک د خپل ځان د
.پاره انتخاب کړي ،او بیا د په هغه کې ،ځان ښه ورسوي
ج – د هغو وروڼو او خویندو مخه په یوه بهانه او بله بهانه ،و نه نیول شي ،چې هغه د زړه له کومي
په ډېر اخالص د علم او د وطن پرمختګ ،د اسالم په رڼا کې غواړي ،او نه په هغوی باندې ناحقه یو
ډول او بل ډول تهمتونه ولګول شي ،او هغو وروڼو او خویندو ته باید زمینه برابره شي ،چې هغه په
ریښتیا سره له خپلو عصري علومو څخه په ښه توګه د اسالم په رڼا کې ،د خپل وطن د اوالد او
.راتلونکي نسل د تربیې له پاره ګټه پورته کړي
د – زمونږه د ملک یو پخوانۍ مشکل دلته وو ،چې ځینو نفرو به چې په خارج کې تحصیل وکړ ،نو
هغه به بیا په لمانځه او اوداسه شرمیدل .دوی فکر کاوه چې اوس خو دوی په اصطالح روشنفکران
شوي دي ،او دوی په حقیقت کې روشنفکري سرچپه پېژندلې وه .د ځینو هدف داوو ،چې حقیقي
مسلمانان له پرمخ تللي علم څخه محروم کړي .تحصیلي بورسونه به د دوی ملګرو ،او خپلو خپلوانو
ته ور کول کېدل .اما ،الحمدهللا ،په اوسني وخت کې ځینې با درده ځوان مسلمان نسل دغې نقطې ته
ډېر ښه متوجه شویدی ،او هغوی الحمدهللا ،فعًال په ډېرو مسلکو کې ډېر پر مخ تللي دي ،چې دغه د
.هر مسلمان افغان د پاره د خوښحالی ښه زېری دی
د یادولو وړ ده ،چې زما لیکنه په هېڅ صورت کې د ټولو وروڼو او خویندو په برخه کې صدق نکوي،
او نه زما دغه مقصد دی چې د ټولو په برخه کې خپل قضاوت وکړم .الحمدهللا ،مونږه ډېر ښه تکړه
او صادق نفر په ګران افغانستان کې لرو .اما ،د دغه ناوړه حقیقت څخه هم سترګې نشو پټولی ،چې
.یو مضر اقلیت ټول ملک ګروګان نیولی دی
په پای کې د زړه له کومي دعا کوم چې هللا(ج) د اول ما ته ،بیا زما ټولو اوالدو ته ،او بیا د ما د
کورنۍ ټولو غړو ته ،او بیا ټولو افغانانو ،او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته هدایت د نېکۍ وکړي ،او
.هللا(ج) د مونږه ټولو ته سالم عقل ،او سالمه پوهه په نصیب کړي .آمین یارب العالمین
په پای کې ،زه یو ځل بیا د هللا(ج) لوی او مهربان دربار ته د عاجزی دواړه السونه پورته کوم ،او
هیله کوم چې په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راشي ،چې هغه هللا(ج) ته قبوله او
منظوره وي .آمین یا رب العالمین .والسالم