Download as pdf or txt
Download as pdf or txt
You are on page 1of 8

‫دټولنې تعریف‬

‫‪ .‬څو کورنې چې په یوه جغرافیوي محیط کې ژوند کوي ‪،‬دګډ ژوند په اساس ګډ فرهنګ ‪،‬ګډه ژبه او ګډ نژاد ولري ‪ ،‬ټولنه بلل کيږي‬
‫او دا تعریف ‪ :‬د څو کلیو مجموعی ته ټولنه وایی چی په یو خاص جغرافیوی موقعیت کی قرار ولري د اوبو لګولو شریک نظام‬
‫‪.‬ولري شریکه هدیره ولري شریک مسجد ولري رسم رواج او عنعنات یی شریک وي ټولنه بلل کیږي‬
‫د کلي تعریف ‪ :‬کلی‪ :‬د څو کورونو مجموعې ته چی خاص جغرافیوی موقعیت ولری او پنځه وخته شریک مسجد ولری کلی بلل‬
‫‪.‬کیږي‬
‫‪Community is a set of people living together with common interest.‬‬
‫‪ Community mobilization‬د ټولنی خوځښت یا هڅول څه مانا لري ؟‬
‫عبارت د هغی عملي او فعالیت څخه دی چی د هدف ‪m‬ندی ټولنی ته د معلوماتو انتقالول د ټولنی خلک ذهنا ّ اماده کول او دهدف‬
‫‪.‬د حصول لپاره د ټولنی د ټولو خلکو اګاه کولو ته د ټولنی خوځښت وایي‬
‫کې ټولنه خپل ضروریات ‪،‬مشک‪u‬ت ‪،‬او وړاندیزونه په نښه کوي ‪ ،‬سرچینې په کار اچوي او ‪ Community Mobilization‬په‬
‫‪.‬دحل ‪m‬ره دخپلو ستونزو دحل لپاره پیداکوي‬
‫‪The definition of Community Mobilization in English‬‬
‫‪Community mobilization is a capacity-building process through which community individuals, groups, or‬‬
‫‪organizations PLAN, CARRY OUT, and EVALUATE activities on a participatory and sustained basis to‬‬
‫‪improve their health and other needs, either on their own initiative or stimulated by others.‬‬
‫;‪The definition of survey‬‬
‫‪Collecting multilateral information for a project or program is called survey.‬‬
‫‪Survey; is defined as a research method used for collecting data from a pre-defined group of respondents‬‬
‫‪to gain information and insights on various topics of interest. Surveys have a variety of purposes and can‬‬
‫‪be carried out in many ways depending on the methodology chosen and the objectives to be achieved.‬‬
‫‪-----------------------------------------------------------------------------------------------‬‬
‫‪A survey is defined as brief interviews and discussions with individuals about a specific topic.‬‬
‫‪There are several types of surveys, and they should be selected based on what is best for your study. The‬‬
‫‪three primary types of surveys are:‬‬
‫‪1- Questionnaires‬‬
‫‪2- series of written questions‬‬
‫‪3- participant answers.‬‬
‫‪The definition of Culture‬‬
‫‪A culture is a way of life of a group of people--the behaviors, beliefs, values, and symbols that they‬‬
‫‪accept, generally without thinking about them, and that are passed along by communication and imitation‬‬
‫‪from one generation to the next. Culture is symbolic communication‬‬
‫‪ ،‬سروې په ډوه ډوله ده‬
‫الف ‪ :‬مقدماتې سروې ‪.‬په دې سروې کې اب هوا ‪،‬څلورخواوې د ځمکې نوعیت‪،‬نفوس ‪ ،‬طبیعې زېرمې ‪،‬او داسې نور په نظر کې‬
‫‪ .‬نیول کیړي‬
‫تیږې ‪،‬خاورې‪ (Stakeholder) ،‬ب‪:‬تخنیکې سروې ‪،‬په دې سروې کې د خاورې نوعیت ‪،‬د اوبومقدار ‪،‬موثریت او مثمریت ‪،‬دخیلې‬
‫‪،.‬بازان ‪،‬زلزلې او داسې نور په نظرکې نیول کیږي‬

‫دڅه لپاره کوو؟ )‪(Community Mobilization‬‬


‫‪،‬دخالت او بوختیاو لپاره د لیوالتیا د زیاتوالي لپاره ‪١-‬‬
‫‪ .‬خدماتو د ‪m‬سرسي د زیاتوالي لباره ‪٢-‬‬
‫‪ .‬د دخالت او بوختیاو موثریت او مثمریت زیاتوي ‪٣-‬‬
‫‪ .‬دسرچینو په ریاتولو کې مرسته کوي ‪۴-‬‬
‫‪.‬دګواښ ‪m‬ندې کس ته یې ګټه رسیږي ‪۵-‬‬
‫دستونزو تر شا عوامل په ګوته کوي ‪۶-‬‬
‫‪ .‬په ټولنه کې د مالکیت او دوام حس پیداکوي ‪٧-‬‬
‫د ‪ community mobilization‬ګټی‪:‬‬
‫د پروګرام کیفیت لوړي و ‪١-‬‬
‫دټولنې وګړي هڅوي چې خپلې وړتیاوې وپیژنې ‪٢-‬‬
‫‪ .‬د پروګرام ډیزاین پیاوړی کوي ‪٣-‬‬
‫د پروګرام ارزښت او ارزونه پیاوړې کوي ‪۴-‬‬
‫‪ -۵‬په پروګرام کې د ټولنې د مالکیت کچه پیاوړې کوې‬

‫ځانګړتیاوې )‪ .Community Mobilizer‬د ټولنې د هڅونکي‬


‫‪.‬په ساده او روانه ژبه خبری وکړي ‪١-‬‬
‫‪.‬د ټولنی د عنعناتو او اقدارو نه خبر وي ‪٢-‬‬
‫‪.‬د وعدی پابند وي ‪٣-‬‬
‫‪.‬ریښتنی وي او درواع ونه وایی ‪۴-‬‬
‫‪.‬خلکو سره د درواغو وعدی ونکړي ‪۵-‬‬
‫‪.‬په ورکړل شوی موضوع باندی حاکم او پوه وي ‪۶-‬‬
‫‪.‬د افهام او تفهیم ښه وسایل ولري ‪٧-‬‬
‫‪.‬د خلکو د اعتراضاتو د اوریدو حوصله ولري او د صحیح جواب ویلو اهلیت ولري ‪٨-‬‬
‫‪.‬ډیر اوریدونکی او لږ خبری کوونکی وي ‪٩-‬‬
‫‪.‬ځان د ټولنی په جامه برار یا ملبس کړي ‪١٠-‬‬
‫‪.‬د ټولنی د خلکو په غم او ښادی کی شریک شي ‪١١-‬‬
‫‪.‬د دفتر او ټولنی ترمنځ یو ښه ارتباطی وي ‪١٢-‬‬
‫‪.‬ځان غیر جانب دار ساتل ‪١٣-‬‬
‫د ‪ community mobilizer‬دندی‪:‬‬
‫‪.‬د ټولنی مطالعه کول ‪١-‬‬
‫‪.‬غټ او واړه مجالس نیول ‪٢-‬‬
‫‪.‬سروی کول ‪٣-‬‬
‫‪.‬د ټولنی په هکله معلومات راټولول که چیرته د شوراګانو جوړولو ضرورت وي ‪۴-‬‬
‫‪.‬د واجد شرایطو خلکو نومونه د کلستر ورقو ته رسول ‪۵-‬‬
‫‪.‬کلستری انتخابات سرته رسول او همکاري کول ‪۶-‬‬
‫‪.‬د شورا انتخاباتو کی همکاری کول ‪٧-‬‬
‫‪.‬د کلی پرمختیایی پ‪S‬ن کی کومک کول ‪٨-‬‬
‫‪.‬د تولنی خلکو ته مختلف ټرینګونه ورکول ‪٩-‬‬
‫‪.‬د خپلو روزانه هفتوار او میاشتنی راپورونه جوړول او ورکول ‪١٠-‬‬
‫‪.‬ځان ته کاري پ‪S‬ن جوړول ‪١١-‬‬
‫‪.‬د ټولنی په سطحه مجالس ترتیبول ‪١٢-‬‬
‫‪.‬دکلي په سطحه د شوراګانو‪ ،‬ټولنو او کمیټو جوړل او یا په کلې کې شته ټولنې او شوراګانې تقویه کول ‪١٣-‬‬
‫‪ .‬په تولنه کې د هغه خلکو سره کار کول ‪ ،‬چې د ټولنې لپاره کار کوي – ‪١۴‬‬
‫‪ -١۵‬که په کلي کې د کار اړوند کومه ستونزه رامنځ ته کیږي ‪ ،‬دهغې د حل لپاره ‪e‬رې لټول ‪ ،‬او امکان ترحده حل کول‪،‬‬

‫‪Competencies of Community Mobilizer‬‬


‫‪1. Leadership‬‬
‫‪2. Problem solving‬‬
‫‪3. Research‬‬
‫‪4. Relationship‬‬
‫‪5. Adaptability‬‬
‫‪6. Professionalism‬‬
‫‪7. Good Communication Skills‬‬
‫‪8. Team Work‬‬
‫‪9. Focus on the Clients‬‬
‫‪10. Familiarity with Work Area‬‬
‫که په یوه ټولنه کې یو مشکل پیدا شي څنګه باید حل شي؟‬
‫‪.‬د ستونزی نوعیت معلومول ‪١-‬‬
‫‪.‬د ستونزی تحلیل او تجزیه کول ‪٢-‬‬
‫‪.‬د ستونزی مبداء یا کوم ځای نه چی شروع شوی وي معلومول ‪٣-‬‬
‫‪.‬ددی څخه وروسته که چیرته خپله یی حل کولی شی خپله یی حل کړي ‪۴-‬‬
‫\‪.‬د ټولنی با نفوذه خلکو او علماؤ څخه د ستونزی په حل کی کوم اخستل ‪۵ -‬‬
‫‪.‬د ستونزی په حل کی د نرمو او سختو رویو څخه استفاده کول البته د وخت او زمان مطابق ‪۶-‬‬
‫‪ -٧‬د خپل کار او پروګرام اړنده ستونزه ده او که نه ده ؟‬

‫‪:‬یا د شکایات کولو پروسه ‪Complain Mechanism‬‬


‫عبارت دی له هغی پروسی څخه چی ټولنی خلک د دفتر لوړ پوړو مامورینو ته په لیکلی بڼه یا د ټیلیفون او ایمیل له ‪e‬ری د‬
‫خیانت‪،‬ناروا غوښتنی او یا نور داسی اعمالو شکایت کولو ته وایی‪.‬‬

‫‪ Communication‬افهام او تفهیم یا‬


‫عبارت دی له هغی محاوری څخه چی دوه تنو ترمنځ معلومات‪،‬خیا‪e‬ت او نظریات تبادله کیږي او خبرو اجندا یا موضوع معلومه‬
‫وي‪.‬‬

‫‪.‬افهام او تفهیم دری اجزاء لري‬


‫ویونکی ‪١-‬‬
‫اوریدونکی یا تر‪e‬سه کوونکی –‪٢‬‬
‫‪ -٣‬د ژبی یووال‬

‫‪.‬افهام په دوه ډوله دی‬


‫‪١‬شفوی ‪ -٢‬غیری شفوی‬

‫تر منځ فرق څه دي؟ ‪ CAP‬او ‪ CDP‬د‬


‫هغه پرمختیایی پ‪S‬ن ته وایی چی د کلي د ټولو خواوو او ټولو منطقو مشک‪S‬ت په ‪ Community development plan‬یا ‪CDP‬‬
‫نظر کی ونیول شي او د ټولو مشک‪S‬تو د حل ‪e‬ری وسنجول شي او په کاغذ کی ولیکل شي او د عملی کیدو لپاره ورته وخت تعین‬
‫‪.‬شي چی په راتلوونکو لس یا پنځلس کلونو کی باید تطبیق شي‬
‫‪ CAP: Community Action Plan‬هغه پ‪S‬ن ته وایي چی د ‪ CDP‬څخه کوچنی وی او تر ټولو ضروري ستونزی بیرون نویس‬
‫شی بودیجه او وخت ورته تعین شی او عم‪ ّS‬کار ورباندی شروع شي‬

‫د ‪ GBV‬اړوند معلومات‪:‬‬
‫د جنډر په بنا تاو تریخوالی ـــــــــــــــــــــــــــــــ )‪GBV (Gender Based Violence‬‬
‫‪Gender Base Violence (GBV) is an umbrella term for any harmful acts perpetrated against a person based‬‬
‫‪on socially ascribed (I, e (gender).‬‬
‫‪Differences between males and females, its includes acts that inflict physical, sexual, or mental harm or‬‬
‫‪suffering threats of such acts,‬‬
‫‪Coercion and other deprivation of liberty, these acts can occur in public or in private spaces.‬‬
‫‪Common forms of GBV includes sexual violence (rape, attempted rape, unwanted touching, sexual‬‬
‫‪exploitation and sexual harassment.‬‬
‫‪Intimate partner violence is also called domestic violence including (physical, Emotional, sexual and‬‬
‫‪Economic abuse.‬‬
‫‪Forced and early marriage and female genital mutilation.‬‬
‫‪GBV is recognized as widespread international public health and human rights issue.‬‬
‫‪16 ways to end violence towards girls‬‬
‫‪1. Raise awareness of the dangers of harmful traditions‬‬
‫‪2. Tackle violence against girls and boys in school‬‬
‫‪3. Challenge and speak out about violence in the home‬‬
‫‪4. Transform attitudes towards harmful practices at multiple levels‬‬
‫‪5. Listen to girls/boys/men and women’s experiences of violence - and their solutions‬‬
‫‪6. Help make girls’ journeys to school safer‬‬
‫‪7. Connect specialists and at-risk communities‬‬
‫‪8. Engage respected community elders in the fight against violence‬‬
‫‪9. Mobilize youth to fight harmful practices such as child marriage‬‬
‫‪10. Engage boys and young men to become agents of changes‬‬
‫‪11. Protect girls who face additional risks during emergencies‬‬
‫‪12. Embolden (Encourage) girls to speak out‬‬
‫‪13. Share vital information with the community‬‬
‫‪14. Challenge rape culture‬‬
‫‪15. Reach out to marginalized and rural girls‬‬
‫‪16. Take a stand against regressive forces‬‬
‫جنس څه ته وایې ؟‬
‫ا‪ J‬ج‪I‬ج‪I‬له هر یو انسان د سړي یا ښځې په شکل کې پیداکړی دې ‪ ،‬د نر او ښځې دې خاصیت یا حیثیت ته جنس وایې ‪.‬‬
‫‪.‬مث‪ ًI‬هرکله چې یو ماشوم پيدا شي نو د لیدو سره سم پرې د هلک یا جینې حکم کیږي‬
‫‪ Gender‬څه ته وایې ؟‬
‫‪ .‬هغه کردار چې ټولنه یې یو سړي یا ښځې ته د جنس په سبب ورکوي ‪ ،‬هغې ته جنډر وایې‬
‫‪ .‬مونږ نظر د جندر له کلیمې نه دونډو اوانفرادي مسولیتونو په لحاظ)ښځه‪ ،‬نر‪ ،‬نجلۍ‪ ،‬او هلک( یو شان دي‬
‫په بل عبارت هغه رول چي خلک يي په ټولنه کې له ټولنیزو ‪ ،‬فرهنګي‪ ،‬مذهبي‪ ،‬سیاسي‪،‬او اقتصادي اړیکو په ‪h‬س راوړي عبارت‬
‫‪.‬له جندر څخه دې‬
‫‪ ،‬جندر هغه اصول او قواعد دي چي د هغې پواسطه د یوه ټولنې بنیاد ایښودل کیږي‬
‫جنډر په ټولنه کې د ونډو ‪ ،‬وظایفو او مسولیتونو تعینوونکې دې چي جوړونکي عوامل یې عبارت دي له ‪ :‬قومونه‪ ،‬مذهب‪ ،‬عمراو‬
‫‪.‬دودونه‬
‫‪.‬جندر د ښځو او نرو پر وړاندې د کړو وړو‪ ،‬سلوکو او ټولنیزو ارزښتونو په روشونو پورې اړه لري چې د ټولنې له خوا ټاکل کېږي‬
‫جندر یوه ټولنیزه موضوع ده‪ ،‬چې د ښځو او نرو د نقشونو او مسؤولیتونو پورې اړه لري‪ ،‬چې د ټولنیزو جوړښتونو له مخې ټاکل‬
‫کېږي‪ ،‬یعنې دغه اړیکې او نقشونه فطري او ذاتي نه دي‪ ،‬بلکې اکتسابي دي چې افراد یې د ټولنیز کېدلو په پروسه کې له ټولنې‬
‫څخه تر‪h‬سه کوي‪ ،‬په دې اساس د زمان او مکان له مخې یو له بله توپیر سره لري او د بدلون وړ دجندر عبارت له هغه رول یا‬
‫‪.‬ونډې او مختلفو ټولنیزو اړیکو څخه دې چي په ټولنه کې د ښځې او نر لپاره منل شوي دي‬
‫‪.‬ټول ټولنيز جوړښتونه او دښځې او نارينه ترمنځ دقدرت وېش عبارت له جنډر څخه دی‬
‫‪.‬جنډر هغه اصول او قواعد دي‪ ،‬چې د ټولنې له خوا رامنځته شوي وي‬
‫په جنډر کې د عدالت تام‪ à‬او دښځو او نارينه ترمنځ دحقوقو برابروالی مهم اصل ګڼل کيږي‪ ،‬هرهغه څه ته چې نارينه ‪h‬سرسی‬
‫لري‪ ،‬ښځه هم ورته بايد ‪h‬سرسی پيدا کړي‪ .‬جندر یواځې د ښځو مسایل نه څیړي بلکه د ښځو او نرانو اړیکې او یوځایوالې تر‬
‫‪ .‬څیړنې ‪h‬ندې نیسي‬
‫جندر د ښځو او نرانو له اجتماعي مسئولیتونو توپیرونواو رولونو)برخه اخستنو( څخه عبارت دې‪ .‬چې د وخت په تیریدو سره‬
‫‪ .‬تغیرید‪h‬ی هم شي‬
‫د جندر لغات او مفاهیم‬
‫جندر‪ :‬د ښځو او نرو ټولنیز توپیرونه‪ ،‬نقشونه‪ ،‬او مسؤولیتونه دي چې د وخت په تېرېدو سره بدلون مومي‪ .‬دغه توپیرونه د ښځو او‬
‫نرو په نقشونو‪ ،‬مسؤولیتونو‪ ،‬سرچینو ته په ‪h‬سرسي‪ ،‬خنډونو او فرصتونو‪ ،‬اړتیاوو‪ ،‬ټولنیز موقعیت او په نظریاتو کې م‪I‬حظه‬
‫‪.‬کېږي‪ .‬جندر یوازې د ښځو مسایل نه را سپړي‪ ،‬بلکې د ښځو او نرو تر منځ اړیکې او تړونونه تحلیلوي‬
‫د جندر پوهاوی‪ :‬د جندر پوهاوی د دې موضوعاتو درک او تشخیص دی چې ښځې او نر مختلفې غوښتنې‪ ،‬تجربې‪ ،‬او اړتیاوې‬
‫‪.‬لري چې زیاتره وختونه یې موازنه سره برابره نه وي‪ .‬او د وخت په تېرېدو البته د دوی د هلو ځلو له مخې بدلون هم مومي‬
‫د جندر په اړه حساس کېدل‪ :‬د ښځو او نرو تر منځ توپیرونو‪ ،‬غیر مساواتو‪ ،‬ستونزو او اړتیاوو تشخیصولو ته وايي او په تګ‪I‬رو‬
‫‪.‬او پروګرامونو کې د دغو م‪I‬حظاتو شاملولو ته وايي‬
‫د جندر مساوات‪ :‬دا بیا د ښځو او نرو تر منځ د ځواک د اړیکو برابري بیانوي‪ .‬یعنې د ښځو او نرو مساوي ‪h‬سرسی خدمتونو‬
‫‪...‬ته لکه‪ ،‬تعلیم‪ ،‬روغتیا‪ ،‬مساوي مزدوري‪ ،‬مساوي کار‪ ،‬په پار‪ç‬ان کې مساوي کرسۍ او نور‬
‫توازن‪ /‬د جندر عدالت‪ :‬ښځو او نرو ته د مساوي ګټو‪ ،‬فرصتونو او نقشونو برابرول دي‪ .‬دغه مفکوره د اړتیاوو او ځواک د مفکورې‬
‫‪.‬توپیرونه تشخیصوي او دغه غیر مساوات په داسې توګه ارزوي چې د دواړو جنسونو تر منځ غیر مساوات جبران کړي‬
‫د جندر شاملول‪ :‬په مختلفو کچو په ټولو پالیسیو کې د جندر موضوعاتو او اړتیاوو د شاملولو د پیل ټکی دی‪ ،‬د جندر د مسایلو له‬
‫‪.‬تحلیل څخه تطبیق او د جندر شاملول پیلېږي چې له مخې یې غیر مساوات او توپیرونه کشف کړل شي‬
‫د جندر ادغام او عموميت‪ :‬داسې یوه پروسه ده چې موږ ډاډمنوي چې د جندر ټولې اړتیاوې او مسایل مو تشخیص کړې او په‬
‫ټولو پالیسیو او پروګرامونو کې مو ور داخل کړي دي او د دغو مسایلو د حل له پاره عملي تګ‪I‬رې وړاندیزولی شو‪ .‬دغه پروسه‬
‫جندر ته د مسیر ورکولو عمومي چتر دی‪ ،‬چې د جندر له شاملولو څخه پیلېږي او د جندر د توازن مقصد ته د رسېدو ‪h‬رښوونه‬
‫راته کوي‪ .‬دغه د یوې مؤسسې تګ‪I‬ر ده‪ ،‬چې جندر د ظرفیتونو د لوړولو او اړتیاوو ته د ځواب ورکولو له ‪h‬رې په ټولو پروګرامونو‬
‫‪.‬او پالیسیو کې برجسته کوي‬
‫ځواکمنول‪ :‬داسې یوه پروسه ده چې ښځې او نران د غیر مساعدو شرایطو لکه سرچینو‪ ،‬پوهې او معلوماتو‪ ،‬پرېکړو‪ ،‬د ظرفیتونو‬
‫‪.‬لوړولو فرصتونو او نورو‪ ...‬ته د نه ‪h‬سرسي په صورت کې‪ ،‬دوی ته دا توان ورکوي چې په خپله خپلې ستونزې هوارې کړي‬
‫د جندر نقش‪ :‬چې د ټولنې له خوا د ښځو او نرو له پاره ټاکل کېږي چې هغه بیا د ښځو او نرو مسؤولیتونه او دندې دي‪ .‬د جندر‬
‫نقش یا رول د عمر‪ ،‬د اقتصادي وضعیت‪ ،‬ټولنیر موقف‪ ،‬قوم‪ ،‬نژاد‪ ،‬مذهب او د کلتوري ‪ ،‬سیاسي‪ ،‬اقتصادي او جغرافیوي‬
‫‪.‬چاپېریال له مخې سره توپیر لري‬
‫تولیدي نقش‪ :‬د ښځو او نرو هغو فعالیتونو ته راجع کېږي چې تولید‪ ،‬عایدات او مزدوري لري‪ .‬دغه نقش بیا جنسونو د خرڅ‪I‬و یا‬
‫تبادلې‪ ،‬د مزدورۍ د تر‪h‬سه کولو له مخې په کورنۍ کې برجسته کېږي‪ .‬د مثال په توګه‪ :‬په کرنه او مالدارۍ کې تولیدي کارونه بیا‬
‫‪.‬د زراعت کښت‪ ،‬د دامونو او مرغانو د ساتنه‪ ،‬په خپله د بزګرانو کار دی او یا هم بل چاته په اجاره ورکول کېږي‬
‫د جندر اړتیاوې‪ :‬دغه بیا له دې حقیقت څخه سرچینه اخلي چې ښځې او نران بې‪I‬بېل رولونه لري‪ ،‬ځکه خو د هغوی اړتیاوې هم‬
‫‪:‬ښايي سره توپیر ولري‪ .‬دغه اړتیاوې په دوه ډوله دي‪ :‬عملي او ستراتیژیکې‬
‫د جندر عملي )بیړنۍ( اړتیاوې‪ :‬د ښځو او نرو له پاره ټولنیزې منل شوې اړتیاوې دي‪ .‬دغه اړتیاوې د ښځو او نرو بېړنۍ‬
‫‪.‬اړتیاوې په یوه ټولنه کې تشخیصوي او زیاتره یې حیاتي اړتیاوې لکه سرپنا‪ ،‬اوبه‪ ،‬ډوډۍ‪ ،‬کار‪ ،‬روغتیا او نورو ته راجع کېږي‬
‫د جندر ستراتیژیکې اړتیاوې‪ :‬د ښځو نسبتا ً ټیټ ټولنیز موقعیت تر بحث <ندې نیسي‪ .‬دغه اړتیاوې بیا د ټولنیز جوړښت‪ ،‬د کاري‬
‫وېش‪ ،‬ځواک‪ ،‬کنټرول او حقوقي مسایلو لکه تاوتریخوالو‪ ،‬د مساوي کار له پاره مساوي مزدوریو ته راجع کېږي‪ .‬د دغو اړتیاو د‬
‫‪.‬پوره کول له ښځو سره مرسته کوی چې مساواتو څخه برخمنې او په ټولنیزو نقشونو کې یې موقف لوړ شي‬
‫د جندر تحلیل‪ :‬د معلوماتو د پروسه ده چې د ښځو او نرو ګډون ونډه‪ ،‬منابعو او ګټو ته <سرسی تضمینوي او په ښځو او نرو‬
‫باندې د پراختیايي پروګرامونو د خنډونو‪ ،‬ننګونو او منفي اغېزو د تشخیص پروسه ده‪ .‬د جندر تحلیل د ارزونې د وسایلو په‬
‫‪.‬وسیله ترسره کېږي‬
‫د جنس پر بنسټ معلومات‪ :‬د جندر د تحلیل له پاره باید ټول معلومات د جنس پر بنسټ را ټول کړل شي‪ ،‬چې د ښځو او نرو تر‬
‫‪.‬منځ د توپیرونو‪ ،‬اغېزو او غیر مساواتو کچې ور باندې معلومې کړل شي‬
‫د جندر پروګرام طرحه کول‪ :‬داسې یوه پروسه ده چې له مخې یې په ټولو پراختیايي پ‪t‬نونو کې د جندر اړتیاوې او د ښځو او‬
‫‪.‬نرو اړتیاوې په نظر کې نیول کېږي او په ښځو او نرو باندې اغېزې تشخیصوي او ګټې پورته کوونکي مشخصوي‬
‫د جنډر او جنس ترمنځ توپيرونه کوم دي ؟‬
‫‪ ،‬جنس د قدرت له طرفه دی‬
‫په هر ځای او وخت کې یوشان دی‬
‫دا په هر ټولنه کې یوشان دی‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ جنډر د ا دټولنې له طرفه دی‬
‫دا وخت او ځای سره بدلیږي‬
‫‪ .‬دا په هره ټولنه کې ج‪ t‬ج‪ t‬وي‬
‫د خوندیتوب تعریف ‪:‬ټولې هغه کړنې چې د بشري او نړیوالو قوانینو په رڼاکې تر سره شي او د انسانې حقونو د پياده کولو‬
‫‪.‬ضمانت وکړي ‪ ،‬خوندیتوب بلل کیږي‬
‫‪ :‬دخوندیتوب څلور اساسي اوصول‬
‫زیان او ضرر نه رسول ‪١-‬‬
‫د بې طرفه مرستود رسولو څخه ډاډ حاصلول ‪٢-‬‬
‫د تاوتریخوالي څخه د خلکو خوندیتوب ‪٣-‬‬
‫‪.‬د تاوتریخوالي څخه ورسته دخلکو سره مرسته کول ‪،‬تر څو خپل پخوانې حالت ته راوګرځي ‪۴-‬‬
‫حق څه ته وایې ؟‬
‫د یو انسان هره هغه دعوه چې کومې ته یو مذهب ‪،‬ټولنه‪ ،‬دود‪ ،‬دستور او قانون صحیح وایې ‪،‬او د هغې دغوښتنې اجازه یې‬
‫‪ .‬ورکړې وي ‪ ،‬دغې دعوې ته حق وایې‬
‫تاوتریخوالی څه ته وایې ؟‬
‫هر هغه عمل ‪،‬وینا او هڅه چې د یوشخص د جسمي‪ ،‬روانې او اقتصادې زیان سبب وګرځي‪ ،‬پرته له قانونې مجوزې څخه‬
‫‪،.‬تاوتریخوالی بلل کیږي‬
‫د جنډر په بنا تاوتریخوالی څه ته وایې ؟‬
‫‪.‬هرهغه تاوتریخوالی چې په ټولنه کې د حاکمو ناروا دودونو په بنا وي د جنډر په بنا تاوتریخوالی بلل کیږي‬
‫)‪SGBV (Sexual Gender Based Violence‬‬
‫‪Denial of resources, abandonment. domestic violence, rape, attempted rape, emotional abuse, teenage‬‬
‫‪pregnancy, harmful practices - human compensation, torture, early marriage, forced marriage, physical‬‬
‫‪violence, economic violence, and sexual harassment.‬‬
‫‪:‬دجنډر په بنا دتاو تریخوالي ډولونه‬
‫دجنډر په بنا تاوتریخوالی په شپږ ډوله ښودل شوی دی ‪ ،‬چې ډولونه په <ندې ښایو او بیا دهر ډول لپاره ځانګړی تعریف او‬
‫‪.‬نمونې وړاندې کوو‬
‫جسمي یا فزیکې تاوتریخوالی – ‪١‬‬
‫جنسي تاوتریخوالی ‪٢-‬‬
‫روانې تاوتریخوالی ‪٣-‬‬
‫اقتصادي تاوتریخوالی ‪۴-‬‬
‫ناسم دودونه ‪۵-‬‬
‫‪.‬د منابعو او فرصتونو څخه مخنیوی ‪۶-‬‬
‫تاو تریخوالی یوه داسې پدیده ده ‪ ،‬چې هيڅ ټولنه ترې عاري نه ده ‪ ،‬او په هره ټولنه کې په يو ډول نه یو ډول یا شکل تظاهر کوي‬
‫‪.‬‬
‫تاوتریخوالی که له یوې خو ا په ټولنو کې عام دی نو له بلې خوا یې بدو‬
‫‪ .‬پایلو ته ټولنې او وګړي متوجه نه دی ‪ ،‬چې په پایله کې د وګړو ‪،‬کورنیو او ټولنو د ډول ‪،‬ډول بدمرغیو <مل ګرځي‬
‫تاوتریخوالی د اس‪t‬م د مبارک دین له نظره‬
‫ا‪ ê‬تعالی په مسلمانانو <زمه ګرځولې ده‪ ،‬چې په ټولنه کې د هر ډول قومې‪،‬ژبني‪،‬ټولنیز‪ ،‬او حتی د جنسیتې توپیر پرته د ورنو په‬
‫شان ژوند وکړي‪ ،‬ا‪ ê‬تعالی دمسلمانانو ترمنځ هر ډول لفظي اوجسمي تاوتریخوالی منع کړی دی ‪.‬ا‪ ê‬تعالی په خپل ک‪t‬م کې‬
‫‪ :‬فرمایي‬
‫ای! هغه کسانو چې ایمان مو راوړی دی‪،‬له تاسې څخه دې یو قوم په بل قوم ملنډې نه وهي ‪ ،‬ښایې چې د ا‪ ê‬تعالی په نزد له‬
‫تاسو څخه غوره وي ‪،‬او نه دې يو ښځه په بلې ښځې پورې ملنډې وهي ‪،‬ښایې چې د ا‪ ê‬په نزد له دې څخه غوره وي‪.‬سورة‬
‫‪ .‬الحجرات ‪ ١١‬ایات‬
‫ا‪ ê‬تعالی د انسانانو دبرترۍ معیار یوازې تقوا ټاکلې ده‪ ،‬چې په دې اړه فرمایې)ای خلکو تاسې مې له یوه نارینه او یوې ښځې‬
‫څخه پيداکړي یې ‪،‬او بیا مې ډلې او قبیلې وګرځولئ ترڅو یو بل وپیژنئ ‪،‬په تحقیق سره ستاسې مکرم او معزز شخص د ا‪ê‬‬
‫تعالی په نزد هغه دی چې تقوا دار وي ‪.‬سورة الحجرات ‪ ١٣‬ایات‬
‫د تاو تریخوالي ډولونه‬
‫ټولنپوهانو په ټولنه کې مروج تاوتریخوالی په شپږو برخو ویشلی دی ‪ ،‬او دافغانستان د تاوتریخوالي دمنع قانون ددی شپږو‬
‫ډولونو دوه ویشت موارد ښودلې دي‪،‬خو د تاوتریخوالی ټول ډولونه او په ټوله کې تاو تریخوالی د کورنۍ او ټولنی د هوساینی او‬
‫خوشحالۍ د له منځه وړلو او ډول ‪ ،‬ډول ستونزو <مل ګرځي ‪.‬‬

‫اول ‪ :‬جسمي یا فزیکي تاوتریخوالی‬


‫‪...‬دا فزیکي قوي په استعمال سره د یو چا بدن ته صدمه رسولو ته وایې ‪ ،‬لکه سوک ‪،‬څپيړه‪ ،‬دلرګي پواسطه وهل ‪،‬سوزول او نور‬
‫فزیکی تاوتریخوالی که په کورنۍ کې په ظاهرې ډول ډیر لږ هم وي خو بدې پایلې یې ډیرې اوږد مهالې وي ‪ ،‬فزیکي‬
‫تاوتریخوالی راز راز جسمي او رواني ناخوالي رامنځ ته کوي‪.‬‬

‫دوهم‪ :‬روانی تاوتریخوالی‬


‫هر هغه عمل یا وینا چې د یو چا د روانی صدمې ‪،‬خفګان‪،‬او تحقیر سبب وګرځي رواني تاوتریخوالی بلل کیږی‪.‬لکه‬
‫‪ .‬کنځل‪،‬رټل‪،‬تهدیدول یا دچا په مخکې دهغه یا هغې مور پ‪t‬ر او یا خپلوان تحقیرول ‪.‬او په بدو نومونو یاول‬
‫د روانی تاو تریخوالی له امله یو کس نه بلکې ټول هغه خلک چې په صحنه کې شتون لري ‪،‬متضرر کیږي ‪.‬که په یوه کورنۍ کې‬
‫روانې تاوتریخوالی شتون ولری دهغې کورنۍ ماشومان په راتلونکي کې د ډیرو رواني ستونزو سره مخ وي ‪،‬د داسې ماشومانو‬
‫ځیرکتیا کمه وي ‪،‬او په ځوانئ کې نه شي کولی چې خپل کارونه په سمه توګه ترسره او په ښه طریقه پرمخ بوځي ‪.‬‬

‫دریم ‪ :‬اقتصادي تاوتریخوالی‬


‫دیو کس هغه مالي ص]حیتونه اخیستل چې شریعت او قانون ورکړي وي اقتصادي تاوتریخوالی بلل کیږی‪،‬لکه لوڼو او خویندو ته‬
‫په میراث کې برخه نه ورکول ‪،‬مهر نه ورکول‪،‬یا دخپلې کورنۍ نفقه نه ورکول ‪.‬‬

‫څلورم‪ :‬ناوړه دودنه‬


‫ځینې دودونه او رواجونه داسې دي ‪ ،‬چې د اس]م د اساساتو او د افغانستان د نافذه قوانینو سره په ټکر کې دي ‪،‬خو دډېر‬
‫پخوا راهسې زمونږ په ټولنه پلي کیږي ‪.‬لکه ‪ :‬ولور اخیستل ‪،‬په بدو کې د خور او لور ورکړه ‪،‬د بدل ودونه ‪ ،‬دماشومتوب ودونه‪ ،‬په‬
‫‪...............‬زوره د نجلۍ ودول او داسې نور‬
‫دا ډول ناوړه دودونه ‪،‬ډیرې اوږدمهالی اوپراخې بدې پایلې لري‪ .‬چې اکثره وخت په یوه کورنۍ او او دوه کورنیو پورې نه پاتې‬
‫‪.‬کیږي‪ .‬بلکې قومونه او ټولنې پکې متضرره کیږي‬
‫هر ټولنه دخپل ټولنیز جوړښت د خوندي ساتلو لپاره په ځینو قواعدو ‪،‬کړن]رو‪،‬او رواجونو تکیه کوي ‪،‬چې دا قواعد یا رواجونه‬
‫‪.‬ټولنو ته ځانګړي جوړښتونه وربخښي‪ ،‬او یوه ټولنه له بلې ټولنې څخه بیلوي‬
‫ددې رواجونو منشاء د ټولنې د مشرانو دپریکړواو کړنو څخه وي ‪ .‬خو د وخت په تیریدو سره په هغې په تدریجي ډول سره‬
‫بدلونونه راځي ‪ .‬که دا ډول بدلونونه مثبت وي نو دټولنې رواجونه ښه شکل غوره کوي ‪.‬او دټولنې د خلکو د ژوند د هوساینې ‪x‬مل‬
‫ګرځي‪.‬او که چیری دا بدلونونه منفي وي ‪ ،‬نو د ټولنې دخلکو ژوند د ستونزو سره مخ کیږي ‪.‬او د ستونزو سره ‪،‬سره ټولنه د ا‬
‫رواجونه په ځان حاکم بولي ‪.‬‬

‫ودونه او په ودونو کې ناوړه دودونه‬


‫واده دهرې ټولنې یو مهم بنسټ کڼل کیږي‪.‬اس]م هم د ټولنې د تشکیل لپاه واده اساسي رکن ګڼلی دی ‪ .‬رسول ا| صلی ا|‬
‫))علیه وسلم فرمایې)) النکاح من سنتی فمن رغب عن سنتی فلیس منی‬
‫‪. ،‬ژپاره‪ :‬نکاح کول زما له سنتو څخه ده ‪ ،‬او چا چې زما له سنتو څخه مخ واړوه‪ ،‬زما له امت څخه نه دی‬
‫دمدنې قانون له نظره واده یو حکم دې چې د ښځې اوسړي ترمنځ معاشرتي اړیکې دکورنې د تشکیل لپاره روا ګرځوي ‪ ،‬او‬
‫‪.‬دطرفینو واجبات رامن َځ ته کوي‬
‫نو په دې اساس د واده او نکاح اصلي او اساسې مقصد د کورنۍ تشکیل دی ‪،‬او ددې مقصد څخه پرته دنورو مقاصدو په‬
‫‪ .‬خاطر واده کول د مدنې قانون څخه سرغړاوی دی‬
‫دنکاح ارکان‬
‫‪ ،‬دنکاح ارکان دوه دي‬
‫)( ایجاب ‪١-‬‬
‫)( قبول ‪٢-‬‬
‫دنکاح شرایط‪ :‬د نکاح شرایط په ‪x‬ندې ډول دي‬
‫د قانونې او شرعي عمر یاسن پوره کول یانې بلوغ ‪١-‬‬
‫عقل ‪٢-‬‬
‫جسماني حالت ‪٣-‬‬
‫دشاهدانو حضور ‪۴-‬‬
‫توافق دجانیبینو ‪۵-‬‬
‫توافق د والدینو د ځوانانو لپاره ‪۶-‬‬
‫مهر ‪٧-‬‬
‫د مدنې قانون له مخې د نکاح شرایط‬
‫‪.‬مهر ‪ ،‬قانونې عمر او د دوه شاهدانو حضور‬
‫‪ :‬جبري ودونه‬
‫‪،‬په زور او جبر سره دنجلۍ ودولو په صورت کې د نکاح ارکان نه پوره کیږي ‪ ،‬په نکاح کې د هلک او نجلۍ رضایت شرط دی‬
‫چې زمونږ په ټولنه کې یو غیري ضروري اصل ګڼل کیږي ‪.‬رسول ا| صلی ا| علیه وسلم فرمایې) کونډې ښځې په نکاح مه‬
‫ورکوۍ ترڅو په صراحت سره اجازه ورنکړي ‪،‬او نه پیغلې انجونې په نکاح ورکړۍ‪،‬ترڅو له هغوۍ څخه اجازه وانخلئ‪ .‬د نکاح د‬
‫‪.‬ارکانو یانې ایجاب او قبول په نشتوالي کې نکاح باطله ده‬
‫‪:‬دکوچنیوالي ودونه‬
‫په هغه صورت کې چې دنکاح ارکان مکمل وي ‪ ،‬خو شرایط یې نه وي پوره کړې فاسده نکاح ګڼل کیږي‪ .‬او د ازدواج احکام پرې‬
‫‪.‬نه مرتبیږي‬
‫‪.‬دمدنې قانون له مخې نجلۍ ته د واده لپاره ‪ ١۶‬کلنۍ او دهلک لپاره د ‪ ١٨‬کلنۍ عمر ټاکل شوی دی‬
‫دکوچینوالي ودونه څه ته وایې ؟‬
‫دنکاح هغه حالت ته وایې چې له طرفینو څخه یو او یا دواړه یې خپل قانوني سن نه وي پوره کړی‪ ،‬که نجلۍ د ‪ ١۶‬کلنۍ سن نه‬
‫وي پوره کړی ‪ ،‬نو نکاح عقد د صحیح التصرف پ]ر او د با ص]حیته محکمې ‪،‬پواسطه صورت نیولی شي‪ .‬اما دا ص]حیت‬
‫صحیح التصرف پ]ر‪،‬هغه وخت لري چې نجلۍ د ‪ ١۵‬او ‪ ١۶‬کلنۍ ترمنځ عمر ولري او د‪١۵‬کلنۍ څخه د کم عمره نجلۍ نکاح په‬
‫هيڅ صورت جواز نه لري ‪.‬مدنې قانون ‪ ٧١‬ماده دویم بند‬
‫‪ :‬په بدو کې د نجلۍ ورکول‬
‫په افغانې ټولنه کې دقتل او وژنې په بدل کې دنجلۍ ورکول د افغانې ټولنې یو له پخوانیو بدو رواجونو څخه دی ‪ ،‬خلک داسې‬
‫‪ .‬ګمان کوې چې ‪ ،‬دیوې خپلوۍ په واسطه دښمني ختمیږي‪،‬خو په بدو کې ورکړل شوې نجلۍ اکثرآ ددې دښمنیو قرباني کیږي‬
‫‪ .‬د مقتول خپلوان خپله غوصه په نجلۍ سړوي یا یې داسې کس ته ودوي ‪ ،‬چې عمر یې دنجلۍ سره ډیر توپیر لري‬
‫‪).‬ا| تعالی فرمایې ) یو انسان دبل د ګناه پیټی نه شي اخیستی‬
‫نو دورور یا پ]ر په ګنا کې د لور یا خور زورول د اس]م داصولو خ]ف عمل دی ‪ .‬هغه شخص چې په بدو کې د ورکولو په نوم‬
‫‪ .‬ښځه په نکاح ورکړي‪،‬یایې وکړي ‪،‬په اوږده حبس چې له لسو ‪ ١٠‬کالو څخه زیات نه وي ‪،‬محکومیږي‬
‫ددې مادې په اوله فقره کې په درج شوي حالت کې ذیدخل اشخاص شاهد‪،‬وکیل ‪،‬مصلح او عاقد هر له احوالو سره سم په‬
‫متوسط بند محکوم او دنکاح عقد په بدو کې د ورکړل شوي ښځې د غوښتنې په صورت کې د قانون دحکمونو مطابق فسخ کیږي‬
‫‪.‬مدنې قانون ‪ ٢۵‬ماده ‪١،‬او ‪ ٢‬فقره‬
‫په بدو کې ورکړل شوې ښځه ډول‪ ،‬ډول زورول کیږي ‪ ،‬او په پایله کې هغه دکور پریښودلو او ځان وژلو ته ‪x‬س اچوي ‪.‬ډیرې یې‬
‫‪ .‬دخسرګنۍ له خوا دومره شکنجه کیږي چې د ډول جسمې او روحي افتونو ښکار شي‬
‫‪.‬ولور‪:‬ولور او مهر دوه داسې مسایل دي ‪ ،‬چې اکثره وخت دواړه له یو بل سره مغالطه کیږي‬
‫‪.‬مهر ‪ :‬هغه مال دی چې ‪،‬د ښځې یا وکیل له خو د نکاح په وخت کې تعینیږي‬
‫چې یا په معجل)سم]سي( ډول او په موئجل )قرض( ډول باید ادا شي‪.‬او که ښځه یې چاته بخښل د هغې خپل اختیار دی‪.‬خو‬
‫‪.‬په هر صورت مهر دښځې کامل شرعي حق دی‪.‬او بل څوک پکې د ښځې د اجازې پرته د تصرف حق نه لري‬
‫خو ولور هغه مال دی چې ولي ) پ]ر‪،‬تره ‪ ،‬ورور او یا نیکه( یې د ښځې د واده د مصارفو او یا په نورو نومونو او حتی په ځینو‬
‫ځایونو کې د نجلۍ د خرڅولو په نوم اخلي ‪.‬د ولور مال ډیر کم او حتی هیڅ یې په واده نه لګول کیږي‪ ،‬او په ځینو ځایونو کې‬
‫ولور دومره زیات وي ‪،‬چې اداء کول یې د عادي کس له توانه وتي وي ‪ ،‬او بعضي خلک د ولور د ادا کولو لپاره ډير لرې ځایونو ته‬
‫‪ .‬په مزدوري پسي ‪ ،‬ځي چې په پایله کې واده په تیر عمر کې کوي او د واده لپاره بدل کوي‬
‫د بدل واده ‪:‬د بدل واده یو له پخوانیو غلطو دودونو څخه دی ‪ ،‬چې زمونږ په ټولنه کې له پخو ا راهسې رواج لري ‪،‬دبدل په واده یوه‬
‫ښځه د خپلې بدل ګرې د ګنا سزا وینې ‪ ،‬او کوم کورنۍ جنګونه او جنجالونه نه لري ‪ ،‬نو هلته بیا په سیالو کې یو سره رقابتونه‬
‫کوي ‪ ،‬د بدل په واده کې مهر ‪،‬تخایف‪ ،‬د واده مصارف او نور ټول مسایل باید په یو شان وشي ‪ ،‬او په ځینو ځایونو کې د واده‬
‫ورسته دپ‪m‬ر کور ته تګ و راتګ هم په سیالۍ کیږي‪.‬‬

‫پنځم ‪:‬جنسي تاوتریخوالی‬


‫‪ .‬په زور او جبر د چا سره جنسي عمل کول یاد دجنسې عمل هڅه اویا په جنسي لحاظ زورولو ته وایي‬
‫غیري اخ‪m‬قي اړیکې او جنسي زرونې نه یوازې په متضرر بلکې په ټولنه باندې هم بدې اغیزې لري ‪ .‬دجنسي تاوتریخوالي‬
‫‪.‬قربانیو او مرتکبین د ډول ډول ناروغیو سره مخ کیدي شي ‪ ،‬چې مرګونې پایلي لري‬

‫شپږم‪ :‬دمنابعو او سرچینو څخه محرومول‬


‫یو څو ک له روا حق څخه محرومول یا دحقونو په ویش تبعیض کول ‪ ،‬هم یو ډول تاوتریخوالی دی ‪،‬لکه دهلک او نجلۍ په زده کړو‬
‫‪...‬کې تبعیض \کول د نجونو د زده کړو مخنیوی او داسې نور‬
‫‪ :‬د تاو تریخوالي بدې پایلې‬
‫تاو تریخوالي د ژوند په مختلفو وختونو کې د انسان په بدنې ‪ ،‬رواني او ټولنیره روغتیا باندې ناوړه اغیزې لري ‪ ،‬په ماشومتوب‬
‫ي ‪ ،‬که یوه ښځه‬
‫کې د تاوتریخوالي سره مخ کیدل د ماشومانو ځیرکتیاکموي او ماشومان په ښوونځیو او لوبو کې وروسته پاتې و ٍ‬
‫د حاملګۍ په وخت کې د تاو تریخوالي سره مخ شي نو د ډول ‪،‬ډول و‪Ç‬دي ناروغیو سبب ګرځي ‪ ،‬او د حتی د ماشوم د سقط او‬
‫‪ .‬مرګ ‪Ç‬مل هم کیدای شي‬

‫‪ :‬دما شومانو حقوق‬


‫‪ .‬د اساسي انساني حقوقو په څیر د ماشومانو حقوق هغه حقونه دي ‪ ،‬چې هغه هر ماشوم ته په ‪Ç‬ندې ډول ورکړل شوي دي‬
‫اول ‪Ç‬س رسي ‪ :‬ددې مراد دادی چې هغه اساسي حقوقو ته ‪Ç‬سرسی چې د یو کوچني د ژوند لپاره ضروري وي ‪ .‬مث‪ à‬؛ ماشوم‬
‫ته د ښه ژوتد دتیرولو لپاه هغه ته د روغتیا اساسي اسانتیاوي برابرول‪ ،‬دښوونې او روزنې او لوبو کولو فرصتونه ‪،‬ښه خوراک ته‬
‫‪Ç.‬سرسی ‪ ،‬ارام او نورو اساسي ضرورتونو ته ‪Ç‬سرسی‬
‫دوهم ساتنه‪ :‬دماشومانو ساتل د غلط چاپیریال ‪ ،‬جنسي زیاتي ‪ ،‬جبر او ظلم څخه ‪،‬مث‪ : à‬د لوبو لپاره خوندي ځایونه ‪،‬د تعلیم‬
‫فرصتونه ‪ ،‬دهلک او نجلۍ ترمنځ بې عدالتي نه کول هم د هغه حق‪.‬داسې پروګرامونه چې هغه د ماشومانو د ودې لپاره وي ‪ ،‬لکه‬
‫‪ :‬د ټولنې په سطحه د ماشومانو ترمنځ د تقریرونو پروګرامونه یا داسې نور فرصتونه‬

‫د ښځو حقوق ‪:‬هغه اساسي انسانې حقوق کوم چې د هر یو انسان لپاره دي ‪ ،‬هغه ښځې ته هم ورکړل شوي دي ‪،‬ځکه چې‬
‫‪ ،‬هغه هم یو انسان دی ‪ ،‬داحقونه په ‪Ç‬ندې ډول دي‬
‫د ژوند حق ‪ -٢،‬دخوراک حق ‪ -٣،.‬دکور د درلودلو حق ‪ -۴،‬دتعلیم حق‪ -۵،‬درایې ورکولو حق‪ -۶،‬د رایي اخیستو حق‪ -٧،‬دظلم ‪١-‬‬
‫او زورزیاتي څخه دپاک‬
‫‪.‬ژوند کولو حق‪ -٨ ،‬دنارینه و او ښځو ترمنځ د بې عدالتۍ نکول او ښځو ته هم د انسان په نظر کتلو حق‬

‫‪ .‬د ښځې حقونه پرخاوند باندې يا ښځه په خپل خاوند باندې دا حقونه لري‬
‫‪ ،‬مهر ورته ورکول ‪١-‬‬
‫نفقه برابرول د خپل وس سره سم ‪٢-‬‬
‫کور ورته برابرول د وس سره سم ‪٣-‬‬
‫جامې او لباس ورته برابرول ‪۴-‬‬
‫‪ ،‬د ناورغتیا په وخت کې ورته ع‪m‬ج کول ‪۵-‬‬
‫‪.‬دهغې دخپلوانو عزت او پالنه ‪۶-‬‬
‫‪ .‬دهغې سره جنسي مقاربت کول ‪٧-‬‬

‫په ښځه باندې دخاوند حقونه‬


‫د میړه اطاعت کول او د هغه احترام ساتل ‪١-‬‬
‫د مېړه په کور کې اوسیدل ‪٢-‬‬
‫د میړه مشري په ځان منل ‪٣-‬‬
‫‪ .‬د مېړه د او‪Ç‬دونو درسته او سمه پالنه کول‪۴-‬‬

‫دمېړه او ښځې ترمنځ مشترک حقونه‬


‫یو له بل څخه جنسي استفاده کول ‪١-‬‬
‫یو د بل دخپلوانو سره دنکاح حرامولي خیال ساتل ‪٢-‬‬
‫یو دبل سره دژوند په چارو کې همدردي او همکاري ‪٣-‬‬
‫یو دبل څخه د میراث وړل ‪۴-‬‬
‫یو بل ته د او‪Ç‬د ثابتول ‪۵-‬‬
‫یو دبل د رازونو ساتل ‪۶-‬‬

‫په ځینو مسلمانانوکې دښځو په وړاندې بد دودونه‬


‫نوټ ‪ :‬البته نه په اس‪m‬م کې ‪ ،‬ځکه اس‪m‬م انسانې کرامت ته ډیر په درنه سترګه ګوري او اس‪m‬م دخپل پیروان لپآره هيڅ کوم‬
‫داسي عنصر نه لري ‪ ،‬چې د مسلمانانو په تاوان اوپکې دبشري کرامت سپکاوی شوی وي ‪ .‬اس‪m‬م ښځې ‪،‬نر‬
‫‪، .‬ځوان‪،‬بوډا‪،‬ماشوم ‪،‬روغ ‪،‬رنځور‪،‬مسافر‪،‬کوربه او نورو ټولو خواوته پوره پوره ‪Ç،‬رښوونې کړي دي ‪ .‬او دهر یو حقوق معلوم دي‬

‫خو په ځینو مسلمانانو کې دغه بد دودونه موجود دي‬


‫دمیراث نه محرومول ‪١-‬‬
‫ولور اخیستل او دڅارویو په څېر پلورل ‪٢-‬‬
‫د مقتول وارثانو ته په بدو کې ورکول ‪٣-‬‬
‫‪ .‬په ځینې ټولنوکې ښځه دنارینو په خدمت کې وي یانې اقتصادي بوج یې په غاړه وي ‪۴-‬‬
‫‪.‬دمیړه له مرګ ورسته ورته د میراث په سترګه کتل او دمتروکې په توګه تقسیمول ‪۵-‬‬
‫‪.‬اس‪U‬م مونږ ته دښځوسره دنرمۍ او ښه سلوک درس راکوي‪.‬خو په ځینو ځایونو کې ورسره زور زیاتی کیږي ‪۶-‬‬
‫له ط‪U‬ق ورسته باید ښځه او میړه سره ج‪ U‬شي ‪،‬خو په ځینو ځایونو کې له دریم ط‪U‬ق ورسته هم میړه اجازه نه ورکوي ‪ .‬چې ‪٧-‬‬
‫‪ .‬د بل چاسره نکاح او مباشرت وکړي‬
‫اس‪U‬م ښځې ته میړه دغوره کولو حق ورکړی دی‪ ،‬خو په ځینو ځایونو کې ترې دغه حق اخیستل شوی دي ‪ ،‬او دغه ډول حق ‪٨-‬‬
‫‪.‬دځان لپاره شرم او پيغور ګڼي ‪،‬دخور اولور نه دژوند دملګري په انتخاب کې پوښتنه وکړي‬
‫د ځانګړو شرایطو په نظر کې نیولو سره زده کړه او تعلیم د ښځې حق نه ‪،‬بلکې فریضه ده‪ ،‬خو ځینو خلکو ترې دا حق او ‪٩-‬‬
‫‪ .‬فریضه اخیستې او اجازه نه ورکوي‬

‫‪.‬علماو ثابته کړې ده ‪،‬چې دښځې او خاوند ترمنځ اخت‪U‬فات په ‪x‬ندې ذکر شویو مواردو کې رامنځ ته کیږي‬
‫میړه او ښځې ترمنځ دزړونو لریوالی ‪١-‬‬
‫ازدواجي چارو ته نه پاملرنه ‪٢-‬‬
‫په خپل منځ کې په وړو خبرو شخړې او جنګونه ‪٣-‬‬
‫دښځې شنډوالی ‪۴-‬‬
‫د ډیرو ښځو لرل‪ ،‬چې سمه ساتنه او یا مساوات په نظر کې نه شي نیولی ‪۵-‬‬
‫په ښځه یا میړه کې اوږد مرض ‪۶-‬‬
‫ازدوا جي خیانت کول ‪٧-‬‬
‫د ښځې یامیړه د عمر زیاتوالی ‪٨-‬‬
‫د ښځې او خاوند په داخلي چارو کې د هغوۍ د خپلوانو مداخله ‪٩-‬‬
‫‪.‬په میړه یا ښځه کې اخ‪U‬قي او دیني کمزورزي ‪١٠-‬‬
‫‪.‬د میړه له حکم څخه سرکشي ‪١١-‬‬
‫دجهل او نا پوهۍ په اساس یو د بل حقوق نه پیژندل ‪١٢-‬‬
‫په ځینې امورو کې عدم توافق ‪١٣-‬‬
‫‪ -١۴‬په ځینو حا‪x‬تو کې داقتصادي حالت خرابوالی‬

‫میړه به له خپلې میرمنې سره په ‪x‬ندې ډول چلند کوي‬


‫‪.‬میړه باید له خپلې میرمنې سره په خوږه لهجه خبرې وکړي ‪١-‬‬
‫‪ .‬میړه باید خپلې میرمنې ته دمینې اظهار وکړي ‪٢-‬‬
‫‪.‬په شپه او ورځ کې باید یو څه وخت دخپلې میرمنې صحبت ته وقف کړي ‪٣-‬‬
‫‪.‬که میرمن کومه خطا وکړي ‪،‬نو خاوند یې باید معاف کړي ‪۴-‬‬
‫‪.‬میړه باید په هرکار کې له میرمنې سره ناندرۍ ونه وهي ‪۵-‬‬
‫‪.‬د وفا دارې وعده او دسوکاله ژوند هڅه به کوي ‪۶-‬‬
‫‪.‬خوراک څښاک به برابروي ‪ ،‬یانې څه چې پخپله خوري‪،‬نو ښځې اوبچوته به يې هم برابروي ‪٧-‬‬
‫‪.‬ښځه به نه وهي ‪٨-‬‬
‫‪ -٩‬د اص‪U‬ح کوشش به یې په حکمت سره کوي‪.‬‬

‫‪.‬مېرمن په له مېړه سره په ‪x‬ندې ډول چلند کوي‬


‫‪.‬په روا کارونو کې به دمیړه خبره منې ‪١-‬‬
‫‪.‬کله چې خاوند خبرې کوي باید چوپه خوله وي ‪٢-‬‬
‫‪ .‬دمیړه سره به ناندرۍ نه وهي او پیغور به نه ورکوي ‪٣-‬‬
‫‪.‬دمیړه به پوره احترام ساتي ‪۴-‬‬
‫‪.‬په مال کې به خیانت نه کوي ‪ ،‬دعزت او ناموس ساتنه به کوي ‪۵-‬‬
‫‪.‬د کور‪،‬او‪x‬د او ځان پاک ساتلو خیال به ساتي ‪۶-‬‬
‫‪.‬دمیړه دخپلوانو درناوی به کوي ‪٧-‬‬
‫‪.‬دمیړه په لیدو او راننوتو به د خوشحالۍ داظهار کوي‪٨-‬‬
‫‪ -٩‬حجاب ‪،‬پرده او شرعي حدود به په نظر کې نیسي‪.‬‬

‫رواني ټولنیز حمایت )‪ (Psychosocial Support‬څه ته وایې ؟‬


‫د م‪U‬قاتونو هغه پرلپسې پروسه ده چې د روانې ‪،‬ټولنیز‪،‬ذهني او عقیدوي ضروریاتو په بنا ترتیبیږي ‪ ،‬چې د انسان دمقصدي‬
‫روغتیا او ترقۍ ضروري عناصر په برکې نیسي ‪.‬‬

‫) ‪ (Counselling‬یا مشوره ورکول څه ته وایي ؟‬


‫د رواني روغتیا ‪،‬روانې اصولو یا دانساني ترقۍ د اوصولو استعمال د بامقصده‪،‬سلوکي ستراتیژو یا د سیستماتیکي مداخلي د‬
‫ستراتیژیو پواسطه ‪،‬چې ښه والی ‪،‬فردي وده ‪،‬او یا ځاني ترقي او ب‪U‬خره اسباب یې بیان کړي ‪،‬ترڅو روغتیا او س‪U‬متیا منځ ته‬
‫‪ .‬را شي‬
‫‪ .‬مشوره ورکول دمشوره ورکوونکي او مراجعه کوونکي ترمنځ مسلکي کومکي اړیکي دي‬
‫د دوه کسانو ترمنځ د معلوماتو هر اړخیزه تبادله ده ‪ ،‬چې په مشک‪U‬تو بحث کیږي ‪ ،‬او دښه فکر وروسته په خپله خوښه فیصلو ته‬
‫رسیږي ‪.‬‬

‫مشوره ورکونکی څوک دی ؟‬


‫مشوره ورکونکی یا کونسلر د خلکو سره په شخصي ‪،‬فامیلې تعلیمې‪ ،‬وظیفوي او رواني ستونزو کې مرسته کوي ‪ ،‬د دوۍ‬
‫مسولیت ددوۍ په وظیفوي مهارت پورې اړه لري ‪ ،‬کوم چې د دوۍ د کار د جوړښت او دهغو خلکو سره چې دوۍ یې خدمت کوي‬
‫تړلی دی‪.‬‬

‫‪ :‬دمشوره ورکولو ډولونه‬


‫مقصدي سلوکي درملنه ‪١-‬‬
‫منطقي روحي درملنه ‪٢-‬‬
‫په مراجعه کوونکي متمرکزه درملنه ‪٣-‬‬
‫روحي تجزیه ‪۴-‬‬
‫انفرادي درملنه‪۵-‬‬
‫ګروپي درملنه‪۶-‬‬
‫دکورنۍ درملنه ‪٧-‬‬

You might also like