Download as pdf or txt
Download as pdf or txt
You are on page 1of 12

‫بسم هللا الرحمن الرحیم‬

‫دنرسنګ اساسات ک تاب ‪ 110‬پوښتني اوجوابونه‬


‫اخراج ترتیب اوډیزاین‪ ( :‬سمیع هللا متقي ‪)samiullah muthqi‬‬

‫لومړي ټولومحترمو استاذانوته دوهم ټولودنرسنګ محصلینواوشایقینوته !‬ ‫ډالی‪:‬‬


‫بااحترام‬

‫‪Ketabton.com‬‬

‫‪1‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫س‪ :1‬نرس تعریف کړی؟‬


‫‪1‬ج‪ :‬یوه التینی کلمه ده چي له(‪ )nutrix‬څخه اخستل شوي اودتغذی ی معنی ورکوي‪ .‬اوپه ‪ 1861‬م کال یوی انګلیسي ښځي دفلورانس‬
‫نایتنګل په نامه په پښو ودراوه ‪.‬‬
‫‪ 2‬س‪ :‬روغتیا یا ‪ health‬تعریف کړي؟‬
‫‪2‬ج‪ :‬روغتیادفزیکي روحی دماغی اجتماعی حالتونو بشپړروغوالی ته روغتیاوائي یواځي دناروغیونشتوالی روغتیانه ده‬
‫‪ 3‬س‪ :‬حیاتی عالمی څودي نومونه ي ي واخلی؟‬
‫‪ 3‬ج‪:‬حیاتی عالمی دري دي نبض دتودوخي درجه اوتنفس‪.‬‬
‫‪ 4‬س‪ :‬تبه پرڅوډوله ده نومونه ي ي واخلی؟‬
‫‪ 4‬ج‪ :‬تبه پرڅلور ډوله ده ثابته دوام داره متصله کاذبه متناوبه راګرځیدونکي‪.‬‬
‫‪ 5‬س‪ :‬ترمامتر پرڅوډوله دی ؟‬
‫‪ 5‬ج‪ :‬ترمامتر پرپنځه ډوله دی ششي ي برقی یوځل کاریدونکی ‪ infrared‬ترمامتر ډیجیټل‪.‬‬
‫‪ 6‬س‪ :‬دبدن دتودوخی داندازه کولو دځایونوو نومونه واخلی؟‬
‫‪ 6‬ج‪ :‬تندی غوږ دخولی جوف مری ابطی ناحیه مهبل رک توم دورون انسی وحشی برخه ‪.‬‬
‫‪ 7‬س‪ :‬دتبی اعراض اوعالیم ولیکی؟‬
‫‪ 7‬ج‪ :‬دزړه دضربان زیاتوالی لړزه دتنفس چټکوالی تنده دخولی وچوالی ناراحتی دبدن درد عمومی ستړیا‪.‬‬
‫‪ 8‬س‪ :‬دنبض پرتیزوالی مؤثرفک تورونه کوم دي ؟‬
‫‪ 8‬ج‪ :‬عمر جنس تمرین درمل وینه بهیدنه دوضعیت بدلیدل‪.‬‬
‫‪ 9‬س‪ :‬دنبض داندازه کولوناحی ی ولیکئ؟‬
‫‪ 9‬ج‪ :‬صدغی ثباتی دڅنګل ناحیه دالس بند دفخذ ناحیه دزنګون شاته دښنګری شاته دپښي شاته پورتنی برخه‪.‬‬
‫‪ 10‬س‪ :‬فشار تعریف کړي؟‬
‫‪ 10‬ج‪ :‬دشریانی وینی فشار دهغه فشار څخه عبارت دی چی په شریانونوکي دوینی دجریان په واسطه منځته راځي‪.‬‬
‫‪ 11‬س‪ :‬نبض تعریف کړی؟‬
‫‪ 11‬ج‪ :‬دشریانونو په دننه کي دوینی دموجی حرکت څخه عبارت دی‪.‬‬
‫‪ 12‬س‪ :‬په کاهل شخص کي دنبض اندازه څومره ده؟‬
‫‪ 12‬ج‪ :‬په کاهل شخص کی دنبض اندازه اوسط حالت ‪ 80/min‬دی‪.‬‬
‫‪ 13‬س‪ :‬فشار څومرحلی یاصفحی لري ؟‬

‫‪2‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪ 13‬س‪ :‬فشار دوه مرحلی لري اول ‪ systolic‬مرحله ده چی لوړفشار معلوموی طبعی اندازه ی ی ‪ 120 – 140 mmhg‬ده دوهم مرحله‬
‫‪ diastolic‬ده چی کښته فشار معلوموی اوطبعی اندازه ی ی ‪ 70 – 90 mmhg‬ده ‪.‬‬
‫‪ 14‬س‪ :‬تنفس تعریف کړي؟‬
‫‪ 14‬ج‪ :‬د اکسیجن ګاز اخستل اودکاربن ډای اکساید خارجول عبارت له تنفس څخه دی‪ .‬اوپه کاهل شخص کي ی ی اندازه ‪12 – 20‬‬
‫‪ /min‬ده ‪.‬‬
‫‪ 15‬س‪ :‬پرتنفس مؤثرفک تورونه ولیکئ؟‬
‫‪ 15‬ج‪ :‬تمرینات فشارونه محیط دارتفاع لوړ والی ناروغی‪.‬‬
‫‪ 16‬س‪ :‬تغذیه تعریف کړئ؟‬
‫‪ 16‬ج‪ :‬دیو اورګانیزم اوغذا ترمنځ له ټولو متقابلو اعمالوڅخه عبارت دي‪.‬‬
‫‪ 17‬س‪ :‬عمر پرڅوګروپونو ویشل شوي دي؟‬
‫‪ 17‬ج‪ :‬پر دري ګروپونو ویشل شوي دي ځواني منځنی ځواني بوډاوالی‪.‬‬
‫‪ 18‬س‪ :‬پرته له کوم فشار څخه څومره ادرار په مثانه کي ځایږي؟‬
‫‪ 18‬ج‪ 700 – 1000 :‬ملي لیټره ‪.‬‬
‫‪19‬س ‪ :‬په ‪ 24‬ساعته کي څومره مایعات اخستل کیږي؟‬
‫‪ 19‬ج‪ 2500 :‬ملي لیټره اخستل کیږي‪.‬‬
‫‪ 20‬س‪ :‬درمل څه شي دي؟‬
‫‪ 20‬ج‪ :‬هغه ماده چي دناروغیوپه تشخیص ‪ ،‬مراقبت ‪،‬مخنیوی اودرملنه کي ترینه استفاده کیږي‪.‬‬
‫‪ 21‬س‪ :‬د درملو په تطبیق کي دپنځه قانون وښایاست؟‬
‫‪ 21‬ج‪ :‬صحیح درمل صحیح دوز صحیح ناروغ صحیح طریقه صحیح وخت‪.‬‬
‫‪ 23‬س‪ :‬د درملو الرښود څوبرخي لري ؟‬
‫‪ 23‬ج‪ :‬باید اوه برخی ولري‪.‬‬
‫‪ 24‬س‪ :‬درمل په څوطریقوسره تطبیق کیدای شي؟‬
‫‪ 24‬ج‪ :‬درمل په څلورو طریقو سره تطبیق کیداي شي‪ .‬دخولی دالري دژبی الندي ‪ buccal administration‬دا هغه طریقه ده چی‬
‫جامد درمل په خوله کي د مخاطي غشاء الندی ایښودل کیږي زرقي طریقه ده‪.‬‬
‫‪ 25‬س‪ :‬زرقیات په څوطریقو سره کیداي شي؟‬
‫‪ 25‬ج‪ :‬زرقیات په څلور ډوله ترسره کیدای شي )‪ sbcutaneous (sc‬دپوستکي الندي )‪ intra muscular (im‬په عضله کی ‪antra‬‬
‫)‪ venous(IV‬په رګ کی )‪ antra demarl (ID‬په پوستکي کي زرقیات‪.‬‬
‫‪ 26‬س‪ :‬ددرملو په موضوعی تطبیق کي کومی طریقي شاملی دي ؟‬

‫‪3‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪ 26‬ج‪ :‬ددرملويه موضوعی تطبیق کی اوه طریقی مطالعه کیږي‪ .‬اول انشاقی طریقه ده چی دتنفس په واسطه ددرملوجذب صورت‬
‫نیسی‪ .‬دوهم په سترګو کی د دوا تطبیق دی‪ .‬دریم پرپوستکی باندي د دواتطبیق دی‪ .‬څلورم د درملوتطبیق په پوزه کي دی‪ .‬پنځم‬
‫د درملومهبلی تطبیق دی چی دشاف‪،‬جیلی ‪،‬اویاکریم په شکل وي‪ .‬شپږم د درملو مقعدي تطبیق دی‪ .‬اووم د درملو تطبیق د‬
‫وینځلوپه شکل دی یا‪. Irrigation‬‬
‫‪ 27‬س‪ :‬سرنج څوبرخی لري؟‬
‫‪ 27‬ج‪ :‬سرنج دري برخي لري‪ .‬هغه برخه چي دستني سره وصلیږي د ‪ Tib‬په نامه اوبهرنی برخه ي ي د ‪ Barrrl‬په نامه ده منځنی برخه‬
‫چي په سرکي ی ی ربړقرار لري د ‪ plunger‬په نامه سره یادیږي‪.‬‬
‫‪ 28‬س‪ :‬دڅوډوله سرنجونو نومونه واخلئ؟‬
‫‪ 28‬ج‪ :‬هایپوډرمیک سرنج(‪ )Hypodermic Syr‬توبرکولین سرنج (‪ )Tuberculin Syr‬انسولین سرنج (‪.)Insulin Syr‬‬
‫‪ 29‬س‪ :‬یوستنه څوبرخي لري؟‬
‫‪ 29‬ج‪ :‬یوه ستنه دري اساسی برخي لري‪ .‬لومړي هغه برخه ده چي دسرنج د‪ Tib‬سره وصلیږي‪ .‬دوهم ی ی منځنی برخه ده چي د ‪Shift‬‬
‫په نوم یادیږي‪ .‬دریم هغه برخه ده چي په مایل شکل قطع شوي وي یادستني څوکه‪.‬‬
‫‪ 30‬س‪ :‬دسایز اوګیج له مخي دستنو اندازه وښایاست ؟‬
‫‪ 30‬ج‪ :‬سایزونه ي ي د ‪ ¼inch- 5inch‬پوري وي او ګیجونه ي ي د ‪ 14 – 28‬پوري دي اومعکوسه رابطه سره لري یعني تر ټولوکوچنی‬
‫کیج ‪ 28‬اوترټولو لوی کیج ‪ 14‬دي‪.‬‬
‫‪ 31‬س‪ :‬په پوستکي کی دننه د زرق(‪ )ID‬لپاره د درمل اندازه‪ ،‬دسرنج اوستنی اندازه ولیکئ؟‬
‫‪ 31‬ج‪ :‬درمل باید (‪ )0.5 ML‬وي سرنج باید ‪ 1ML‬وي دستنی ګیج ‪ 27-25‬اوږدوالی ‪ ½ - 3/8 Inch‬وي ‪.‬‬
‫‪ 32‬س‪ :‬دپوستکي الندي دزرقیاتو (‪ )SC‬اندازه دسرنج اندازه دستنی ګیج اواندازه ولیکئ؟‬
‫‪ 32‬ج‪ :‬درمل (‪ )0.5 ML‬اوسرنج ‪ 3ML‬دستنی خواص د(‪ )ID‬په شکل دي‪ 20 -45 .‬زاوی ي سره ‪.‬‬
‫‪ 33‬س‪ :‬په عضله (‪ )IM‬کي دزرقیاتو اندازه ولیکئ؟‬
‫‪ 33‬ج‪ :‬په غټو عضالتو کي د‪ 4ML‬په ماشومانو اوډنګرواشخاصوکي ‪ 1- 2 ML‬اوپه ‪ Deltoid‬عضله کي (‪ )0.5 ML‬زرق کوالي شو‪.‬‬
‫‪ 34‬س‪ :‬عضلي زرقیات په کومو ځایونو کي ترسره کیداي شي؟‬
‫‪ 34‬ج‪ :‬په څلورو عضالتو کي صورت نیسی‪ .‬اول ‪ vastus lateralis‬دوهم ‪ ventro gluteal‬دریم ‪ Droso Gluteal‬څلورم ‪Deltoid‬‬
‫عضله ده ‪.‬‬
‫‪ 35‬س‪ :‬انتقادي تفکر تعریف کړي ؟‬
‫‪ 35‬ج‪ :‬دپیښي دحل په هکله دنرس دمنطقي قضاوت څخه عبارت دي‪.‬‬
‫‪ 36‬س‪ :‬دانتقادي تفکرساحي څودي وئي لیکئ؟‬
‫‪ 36‬ج‪ :‬فکري عناصر څلور دي‪ .‬اول فکري عناصر دوهم وړتیاوي قابلیتونه دریم مؤثر ابعاد څلورم عقلي ستندرونه ‪.‬‬
‫‪ 37‬س‪ :‬دنرسنک پروسه تعریف کړي ؟‬

‫‪4‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪ 37‬ج‪ :‬دنرسنګ پروسه یوه تواناي ي ده چي پریوه میتودولوژیک بنیاد والړه ده چي ددي په واسطه مشکالت حلیږي‪.‬‬
‫‪ 38‬س‪ :‬علمی میتود تعریف کړي؟‬
‫‪ 38‬ج‪ :‬دمشکالتو دحل یو سیستماتیکه پروسه ده چي په کښي دمشکالتو دحل اووه برخي شاملي دي‪ .‬لکه دمشکل مشخص کول‬
‫‪،‬دمعلوماتو راټولول ‪......‬‬
‫‪ 39‬س‪ :‬داسنادو ثبت کول ‪ Documention‬تعریف کړي ؟‬
‫‪ 39‬ج‪ :‬داسنادو ثبت کول یوقانوني عمل دی چي دپیښي په وخت اودفعالیتونو داجراکولوپه وخت کي لیکل کیږي اوساتل کیږي‪.‬‬
‫‪ 40‬س‪ :‬تجرید یا ‪ Isolation‬تعریف کړي؟‬
‫‪ 40‬ج‪ :‬دځینوخلګو ترمنځ دبیلوالي اویا دیوشي یاشخص لري ساتل دبل شخص څخه عبارت دتجرید څخه دي‪.‬چی په روغتونونوکي‬
‫دناروغیو دمخنیوي لپاره کارول کیږي‪.‬‬
‫‪ 41‬س‪ :‬د تجرید یا ‪ Isolation‬ډلونه ولیکئ؟‬
‫‪ 41‬ج‪ :‬دتجرید ‪ CDC‬دناروغیو دکنټرول مرکزونه په ناروغیو پوري مختص تجرید نړیوال احتیاطي تدبیرونه دبدن دموادو څخه تجرید‪.‬‬
‫‪ 42‬س‪ :‬دتجرید اوانتان دایره واضح کړي؟‬
‫‪ 42‬ج ‪ :‬د انتان سایکل یا دایره شپږمرحلی لري‪ .‬اول اورګانیزم ‪ ،‬بک تریا‪،‬ویروس دوهم منابع ‪ ،‬انسان ‪ ،‬حیوان‪ ،‬خواړه ‪ ،‬اوبه دریم‬
‫دخروج محل څلورم دخپریدو طریقه پنځم د داخلیدو الر شپږم مساعد میزبان‪.‬‬
‫‪ 43‬س‪ :‬تنفس تعریف کړي ؟‬
‫‪ 43‬ج ‪ :‬تنفس کول په سږو کي دهوا دوتلو اوننوتلو څخه عبارت ده ‪.‬‬
‫‪ 44‬س‪ :‬تهویه تعریف کړي ؟‬
‫‪ 44‬ج ‪ :‬دا یوه اصطالح ده چي په سږو کي دهوا دحرکت لپاره اطالق کیږي‪.‬‬
‫‪ 45‬س‪ :‬په اکسیجنیشن باندي مؤثر فک تورونه ولیکئ؟‬
‫‪ 45‬ج‪ :‬عمر محیطی فک تورونه دناروغیو پروسه‬
‫‪ 46‬س‪ :‬دتنفس معمول متغیر صفحات په کوموحالتونو کي رامنځته کیږي؟‬
‫‪ 46‬ج‪ :‬دسږو بندیدونکي ناروغی دسږو محدودونکي ناروغی دډیفیوژن نقصانونه دزړه عدم ک فایه کمخوني‪.‬‬
‫‪ 47‬س‪ :‬دزړه عدم ک فایه تعریف کړي؟‬
‫‪ 47‬ج‪ :‬دهغه حالت څخه عبارت ده چي زړه نه شي کوالی چي دبدن دمیتابولیک اړتیاپه خاطرکافی وینه انساجوته پمپ کړي‪.‬‬
‫‪ 48‬س‪ :‬دتنفسی اسانتیا وو لپاره باید څه وکړو؟‬
‫‪ 48‬ج‪ :‬دهواي ي الرو ساتنه هایدریشن دسږو دترشحاتو تحریکیت مرطوب کول‪.‬‬
‫‪ 49‬س‪ Nebulization :‬تعریف کړي؟‬
‫‪ 49‬ج‪ :‬دشهیقي هواپه خاطر د درملو او رطوبت اضافه کول عبارت له نیبوالیزیشن څخه دي‪.‬‬

‫‪5‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪ 50‬س‪ :‬سکشن کول څه شي دي؟‬


‫‪ 50‬ج‪ :‬سکشن کول داسي یو تخنیک دي چي ددي په مرسته موږ کوالی شو دهواي ي الري څخه افرازات راوباسو اوتنفسي الره پاکه کړو‪.‬‬
‫‪ 51‬س‪ :‬لومړي مرستي تعریف کړي؟‬
‫‪ 51‬ج‪ :‬لومړي مرستي عبارت دي دبیړنیوهمکاریو اوعاجلو اقداماتو څخه چی دټپیانو‪،‬صدمه لیدونکو او هغوکسانو سره چي په ناڅاپه‬
‫ډول ناروغه شوي وي سرته رسیږي مخکي له دي چي کوم روغتیاي ي کلینیک ته ورسیږي‪.‬‬
‫‪ 52‬س‪ :‬لومړي مرستي څو اهداف لري؟‬
‫‪ 52‬ج‪ :‬پنځه اهداف لري اول دژوند ساتل دموجوده حالت دپرمختګ مخنیوي دبی هوشي په مقابل کي دناروغ محافظه کول درملنه‬
‫دحادثه لیدلي انتقال روغتون ته ‪.‬‬
‫‪ 53‬س‪ :‬تریاج ‪ Triage‬تعریف کړي ؟‬
‫‪ 53‬ج‪ :‬عبارت له یوي عملی څخه دی چي ددي په اساس حادثه لیدلي ناروغان او ټپیان نظر په دي چي کوم یوزیات زخمي اویاناروغ دي‬
‫اوضرورت عاجلی مرستي او انتقال ته لري تصنیف بندي شوي دي‪.‬‬
‫‪ 54‬س‪ High priority :‬یاهغه ناروغان چي ترټولو مخکي مرستي ته اړتیالري کوم اعراض لري؟‬
‫‪ 54‬ج‪ :‬هغه ناروغان چي دا نهه اعراض ولري لومړی مرستي ته اړتیالري‪ .‬اول دتنفسی الري بندوالی دوهم شدیده وینه بهیدنه دریم‬
‫شدیدقحفی ترضیض څلورم دصدر خالص جروحات پنځم دبطن خالص جروحات شپږم شاک اووم هغه سوځیدنه چي تنفسي‬
‫سیستم ي ي مصاب کړي وي اتم دشعور ضایع کیدل نهم تسممات ‪.‬‬
‫‪ 55‬س‪ second priority :‬یا دوهم درجه ناروغان کوم دي ؟‬
‫‪ 55‬ج‪ :‬شدیده سوځیدنه دستون فقرات جروحات په متوسطه اندازه وینه بهیدنه قحفی ترضیض چي مریض خپل هوش دالسه ورکړي‬
‫وي‪ .‬متعدد ترضیضات‬
‫‪ 56‬س‪ Lowest priority :‬یا دریمه درجه ناروغان کوم دي ؟‬
‫‪ 56‬ج‪ :‬خفیفه وینه بهیدنه کوچني خفیف کسرونه هغه ترضیضات اوجروحات چی شدید وي‪.‬‬
‫‪ 57‬س‪ :‬شاک ‪ Shock‬تعریف کړي؟‬
‫‪ 57‬ج‪ :‬په عمومي ډول شاک د دوراني سیستم دانحطاطي حالت څخه عبارت دي‪.‬‬
‫‪ 58‬س‪ :‬دشاک اسباب څه دي وئی لیکئ ؟‬
‫‪ 58‬ج‪ :‬کله چي زړه ونشي کړاي دوراني سیستم ته وینه پمپ کړي چي عمومي علت ي ي د زړه حمله ده چي شاک رامنځته کوي‪.‬‬
‫‪ 59‬س‪ :‬کوم عوامل دشاک په رامنځته کیدو کي رول لري؟‬
‫‪ 59‬ج‪ :‬شدیده وینه بهیدنه اسهاالت کانګو اوسوځیدني له امله دمایعاتو ضایع کیدل زخمونه د درملو ګازاتو اوکیمیاوي موادو په مقابل‬
‫کي حساسیت انتانات اوشدید درد دحشراتو دچیچلوپه مقابل کي حساسیت‪.‬‬
‫‪ 60‬س‪ :‬دزهری مارا نو نښي کومي دي ؟‬

‫‪6‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪ 60‬ج‪ :‬دمار دسترګو اوپوزي ترمنځ ژور والي بیضوي سترګي مثلثي سر په لکی باندي دځانګړو خطونودک تارونو شتوالی په علوی فک‬
‫باندي د دووخطرناکو غاښونو موجودیت‪.‬‬
‫‪ 60‬س‪ :‬دبي زهرو مارانو نښي کومي دي ؟‬
‫‪ 60‬ج‪ :‬په لکی باندي دټکو موجودیت ګردی سترګي بیضوي سر دسترګو اوپوزي ترمنځ ژور والي موجود نه وي‪.‬‬
‫‪ 61‬س‪ :‬مار څو ډوله اغیزي ښکاره کوي ؟‬
‫‪ 61‬ج‪ :‬دوه ډوله اغیزي ښکاره کوي اول موضوعی لکه دغاښونو نښي دوهم سیستمیکي اغیزي‪ .‬دفشارټیټوالي ‪hemolysis‬‬
‫‪ coagalopathies‬دپړن کیدو تشوشات ‪ petechial‬اونذف ریوي اذیما ‪ neuro toxicity‬عصبي زهري کیدل‪.‬‬
‫‪ 62‬س‪ :‬زخم یا ‪ wound‬تعریف کړي ؟‬
‫‪ 62‬ج‪ :‬زخم دپوستکي دمخاطي غشاء او انساجو دغوڅیدوڅخه عبارت دي‪.‬‬
‫‪ 63‬س‪ :‬زخمونه یا ټپونه څو ډولونه لري؟‬
‫‪ 63‬ج‪ :‬اووه ډوله زخمونه موجودی‪ .‬غوڅ شوي زخمونه نامنظم زخمونه ګریدلی زخمونه زبیدلي زخمونه سوري شوي زخمونه دټوپک‬
‫دمرمی زخم په سرکي زخمونه‪.‬‬
‫‪ 64‬س‪ :‬وینه بهیدنه یا ‪ Bleeding‬تعریف کړي؟‬
‫‪ 64‬ج‪ :‬نذف یا ‪ Hemorrhage‬د دوران څخه دویني خاریجیدلوته ویل کیږي چي دستونزو اوزیان اندازه ي ي دپیښوپه شدت پوري اړه‬
‫لري‪.‬‬
‫‪ 65‬س‪ :‬یوکاهل شخص دڅومره وینی دضایع کیدو په اثر شاک ته ځي ؟‬
‫‪ 65‬ج‪ :‬یوکاهل شخص چي ‪ 25%‬وینه ضایع کړي شاک ته ځي‪.‬‬
‫‪ 66‬س‪ :‬خارجي وینه بهیدنه دڅه شي په اساس طبقه بندي کیږي؟‬
‫‪ 66‬ج‪ :‬دشریان ‪ ،‬ورید ‪ ،‬اوشعریه او عیو شریاني وینه بهیدنه ډیره خطرناکه ده‪.‬‬
‫‪ 67‬س‪ :‬دخارجی وینی بهیدنی لپاره لومړنی مرستي کومي دي؟‬
‫‪ 67‬ج‪ :‬دوینی بهیدنی کنترول دشاک په وړاندي دناروغ وقایه دانتاناتو مخنیوي دناروغ انتقال روغتون ته‪.‬‬
‫‪ 68‬س‪ :‬داخلي وینه بهیدنه تعریف کړی؟‬
‫‪ 68‬ج‪ :‬هغه وینی بهیدني ته ویل کیږي چي دبدن دانساجو په منځ اودبدن اجوافوکي جاري شي داخلی وینه بهیدنه دجرحو کسرونو‬
‫اونافذه زخمونو له کبله وي دمعدي دقرحي څخه وینه بهیدنه دخولي غوږ پوزي مقعد احلیل اوهمداشان د ‪ Vagina‬څخه دمیاشتنی‬
‫عادت پرته دویني بهیدنه ده‪.‬‬
‫‪ 69‬س‪ :‬داخلي وینه بهیدنه دکومو عالیمو په واسطه تشخیص کیداي شي؟‬
‫‪ 69‬ج‪ :‬الوتی رنګ‪ ،‬یخ اومرطوب پوستکی ‪،‬سریع اوضعیف نبض‪،‬درد ‪ ،‬تنده ‪،‬ګنګسیت‪ ،‬بي قراري اونا ارامي ‪ ،‬بي هوشي‪.‬‬
‫‪ 70‬س‪ :‬بي هوشي تعریف کړي؟‬

‫‪7‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪ 70‬ج‪ :‬بي هوشي ددماغ په نورمالوفعالیتونو کي دخرابی په اثرمنځته راځي اود داسی یوحالت څخه عبارت دی چي په دي حالت حادثه‬
‫لیدلی دخپل ماحول څخه هیڅ خبرنه وي‪.‬‬
‫‪71‬س‪ :‬دلظی هوشي اسباب څه دي؟‬
‫‪ 71‬ج‪ :‬دسرزخمونه ضعفیت دزړه حمله شاک انتانات دویني داکسیجن کموالی میرګی په دماغ کي وینه بهیدنه‪.‬‬
‫‪72‬س‪ :‬ډوبیدنه یا‪Drowning‬تعریف کړي؟‬
‫‪ 72‬ج‪ :‬مرګ د اوبود ډوبیدو په حالت کي په نورمال ډول سږو ته دهوا نه رسیدو له کبله منځ ته راځي‪.‬‬
‫‪ 73‬س‪ :‬سوځیدنه یا ‪ Burn‬تعریف کړي ؟‬
‫‪ 73‬ج‪ :‬جګه تودوخه مضره وړانګي تخریش کوونکي ګازاتو مستقیم تماس دپوستکي اومخاطي غشاء سره دنوموړو اعضاو دبیالبیلو‬
‫درجو تخریباتوسبب کیږي چي دسوځیدو په نوم یادیږي‪.‬‬
‫‪ 74‬س‪ :‬لومړی درجه سوځیدني تعریف کړي؟‬
‫‪ 74‬ج‪ :‬دغه درجه سوځیدني دلمر دشعاع ګرمو مایعاتو اوګرموشیانو دتماس په واسطه رامنځته کیږي دپوستکي دسطحي دسوځیدو‬
‫سبب کیږي‪.‬‬
‫‪ 75‬س‪ :‬دویمه دریمه اوڅلورمه درجه سوځیدني ولیکئ؟‬
‫‪ 75‬ج‪ :‬دویمه درجه سوځیدني دجوش مایعاتو په واسطه رامنځته کیږي‪ .‬تڼاکي اوپړسوب لري‪ .‬دریمه درجه سوځیدني داور دلمبو‪،‬‬
‫په ګرمو اوجوش اوبو کي غورځیدل ‪ ،‬دکالیو اور اخستل او دبریښناپه واسطه رامنځته کیږي‪ .‬څلورمه درجه سوځیدني په اور کي دلویدلو‬
‫اودشدیدی تودوخي سره د دوام داره تماس په سبب رامنځته کیږي‪.‬‬
‫‪ 76‬س‪ :‬دسوځیدني لپاره لومړنی مرستي څه دي ؟‬
‫‪ 76‬ج‪ :‬دسوځیدو متوقف کول د درد او پړسوب مرفوع کول دانتاناتو مخنیوی دسوځیدلي ساحي دځمکي سره دتماسه ژغورل‬
‫سوځیدلی ساحه د شلو دقیقولپاره په یخو اوبوپریمنځل د درد اوسوزش په خاطر‪.‬‬
‫‪ 77‬س‪ :‬ضعفیت تعریف کړي؟‬
‫‪ 77‬ج‪ :‬ضعفیت چي ‪ syncope‬هم ورته واي ي دهوش په مختصر ډول له السه تلل چي دماغ ته دویني جریان دموقت کمیدو په اثرمنځته‬
‫راځي اودشاک خالف نبض ډیر ورو وي خوژر زیاتیږي اوډیر ژرنورمال حالت ته راګرځي‪.‬‬
‫‪ 78‬س‪ :‬تشنجات ‪ Seizurs/epilepsy‬تعریف کړي؟‬
‫‪ 78‬ج‪ :‬جټکي یا تشنجات دبدن دزیاتو عضالتو دغیر ارادي تقلصاتو په اثرتشکیل کیږي اوددماغ دالیک ترونیکی جریان دخرابیدو په علت‬
‫منځته راځي‪.‬‬
‫‪ 79‬س‪ :‬دتشنجاتو اسباب څه دي ؟‬
‫‪ 79‬ج‪ :‬دسرجروحات د دماغ تخریب کونکي امراض دماغ ته داکسیجن کمبود مسموم کیدل‪.‬‬
‫‪ 80‬س‪ :‬دهډوکو په ماتیدني اودمفصلونوبي ځایه کیدلوکي څوموضوعات مطالعه کیږي؟‬
‫‪ 80‬ج‪ :‬څلورموضوعات مطالعه کیږي کسریا‪ Froctuer‬خلع یا‪ Dislocation‬تاو خوړل یا ‪ sprain‬په یوه ناحیه فشار راتلل یا‪strain‬‬

‫‪8‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪ 81‬س‪ :‬کسر پرڅوډوله دی ؟‬


‫‪ 81‬ج‪ :‬کسر پردوه ډوله دی خالص کسر یا‪ open fracture‬هغه کسردی چي دکسر سره زخم او وینه بهیدنه موجود وي دوهم تړلي‬
‫کسرونه یا ‪ Close fracture‬هغه کسردی چي هډوکي مات شوي وي او وینه بهیدنه موجود نه وي‪.‬‬
‫‪ 82‬س‪ splint :‬یامیزابه څه شي ده ؟‬
‫‪ 82‬ج‪ :‬میزابه دهغی وسیلي څخه عبارت ده چي دمات شوي هډوکي دبی حرک ته کولو لپاره ورڅخه کار اخستل کیږي‪.‬‬
‫‪ 83‬س‪ :‬خلع یا ‪ Dislocation‬څه شي دی؟‬
‫‪ 83‬ج‪ :‬دهډوکو دبندختل یعنی کله چي مفصل خپل داناټومیک موقیعت څخه بي ځایه شي‪ .‬دغه حالت دخلعي په نوم یادیږي‪.‬‬
‫‪ 84‬س‪ Sprain :‬یا تاو خوړل څه شی دی؟‬
‫‪ 84‬ج‪ :‬داحالت هغه وخت پیداکیږي چي مفصلونه دخپل اندازي څخه زیات غیرنورمال حرکت وکړي اویا دیونهایت څخه ورباندي فشار‬
‫راسي‪.‬‬
‫‪ 85‬س‪ :‬د‪ Sprain‬یا تاو خوړلو عالیم او تداوي لنډه تشرح کړي؟‬
‫‪ 85‬ج‪ :‬عالیم ي ی نیمه پړسوب حساسیت دحرکت په وخت کي درد دهمهغی ناحی تغیر رنګ تداوي ي ي په اولو ‪ 24‬ساعتونوکي یخ‬
‫ټکور ورکوو او وروسته تود ټکور‪.‬‬
‫‪ 86‬س‪ Strain :‬یافشار واریدل څه شي دي؟‬
‫‪ 86‬ج‪ :‬دهغه حالت څخه عبارت دی چي دزیاتي قوي په اثر عضلی الیاف ترفشارالندي راسي اودعضالتو دزیاتو اوشدید کش کیدوپه‬
‫وجه صدمی اوڅیری کیدل منځته راځي چي دسټراین په نوم یادیږي‪.‬‬
‫‪ 87‬س‪ :‬دفشار واریدیدو عالیم اوتداوي ولیکئ؟‬
‫‪ 87‬ج‪ :‬عالیم ي ي حاد درد دمالپه کښتنی برخه کي درد پړسوب دحرکت په وخت کي د درد زیاتیدل تداوي ګرم ټکور اواستراحت‬
‫پرهواره اوکلکه سطحه‪.‬‬
‫‪ 88‬س‪ :‬خوب تعریف کړي ؟‬
‫‪ 88‬ج ‪ :‬خوب یو داسي حالت دی چي دانسان درک دچاپیریال سره کمیږي‪.‬‬
‫‪ 89‬س‪ :‬کوم عوامل پرخوب اغیزه کوي ؟‬
‫‪ 89‬ج‪ :‬د ارامتیا اندازه ویره چاپیریال دژوند طریقه خوراک درمل رسم رواج‪.‬‬
‫‪ 90‬س‪ :‬دخوب دعامو بی نظمیو دیونومونه واخلئ؟‬
‫‪ 90‬ج‪ Hypersomnia :‬یاکم خوب کول ‪ Sleep apnea‬چی دیوشخص تنفس دلسو ثانیولپاره بند شي ‪ Sleep deprivation‬دخوب‬
‫دکیفیت اواندازي دتشرح لپاره کارول کیږي‪ parasomni .‬په خوب کی خبري کول ګرځیدل دبسترلمدول دغاښونو چیچل‪.‬‬
‫‪ 91‬س‪ :‬د ادرارو احتباس تعریف کړي؟‬
‫‪ 91‬ج‪ :‬دهغه حالت څخه عبارت دی چي اد رار په مثانه کي جمع کیږي اوناروغ نشي کوالی چي ادرار خارج کړي‪ .‬عوامل ی ی‪ :‬دځینودوا‬
‫ګانو استعمال روحی اورواني فشار جراحي عملیات‪.‬‬

‫‪9‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪ 92‬س‪ :‬قبضیت یا ‪ constipation‬تعریف کړي؟‬


‫‪ 92‬ج‪ :‬قبضیت عبارت دی دکلکو‪ ،‬وچو ‪ ،‬اوکمو غایطه موادو دخارجولوڅخه عبارت چی دتغوت د(دفع ) دځنډ په پایله کي منځته‬
‫راځي‪.‬‬
‫‪ 93‬س‪ :‬دقبضیت اسباب څه دي ؟‬
‫‪ 93‬ج‪ :‬نامنظم غداي ي رژیم دغایطه موادو په دفع کي غیرمنظم عادت رواني فشار لږ مایعات عمر اوسن تمرین نه کول اوځینی‬
‫درمل ‪.‬‬
‫‪ 94‬س‪ :‬دنورمال غایطه موادو مشخصات کوم دي ؟‬
‫‪ 94‬ج‪ :‬رنګ شکل غلظت مقدار بوی ترکیبات‬
‫‪ 95‬س‪ :‬اسهال یا ‪ diarrhea‬تعریف کړي؟‬
‫‪ 95‬ج‪ :‬کله چی غایطه مواد نظر قوام ته نرم او اوبلن شي او تعداد د دفعاتوي ي په ‪ 24‬ساعته کي د دري ځلي څخه زیات شي اسهال بلل‬
‫کیږي‪.‬‬
‫‪ 96‬س‪ :‬داسهال اسباب کوم دي؟‬
‫‪ 96‬ج‪ :‬رواني تشوشات دغذا په مقابل کي حساسیت دغوږ ناروغی دمعدي معیای ی طرق تخریش دبعضی دواګانو استعمال جراحی‬

‫‪ 97‬س‪ :‬نبخ یا ‪ flatulence‬تعریف کړي؟‬


‫‪ 97‬ج‪ :‬نفخ یاباد ‪ flatulence‬هغه حالت ته ویل کیږي چی یوشمیر ګازات دمعدي معیاي ی طرق له الري ازادیږي عوامل ی ی بک تریاوی‬
‫بلع شوي هوا جراحی درمل انستیزي اومخدره مواد ‪.‬‬
‫‪ 98‬س‪ :‬اسپسي تعریف کړي؟‬
‫‪ 98‬ج‪ :‬دټولو هغوشرایطو څخه عبارت دی چی په هغه کي ټول مایکرو ارګانیزمونه که سپور هم ولري له منځه ځي‪ .‬په عملیات خانه‬
‫دوالدت اطاق اودسي نور‪.‬‬
‫‪ 99‬س‪ :‬دجراحی اسپسي اصول او پروسیجر تعریف کړي؟‬
‫‪ 99‬ج‪ :‬نه ډوله اصول لري یوي ي لکه مقعم شیان باید دمقعم شیانوسره په تماس کي شي‪.‬‬
‫‪ 100‬س‪ :‬دعملیات څخه دمخه کوم معاینات ترسره کیږي؟‬
‫‪100‬ج‪ CBC :‬یعني دویني ټول معاینات ‪ ECG‬کلوکوز خونریزي علقه ‪ BUN‬چسټ اکسري ‪.chest x-rey‬‬
‫‪ 101‬س‪ :‬دسکرب نرس اوسرکولر نرس دنده وښایاست ؟‬
‫‪ 101‬ج‪ :‬سکرب نرس په عملیات کی برخه اخلي اودمقعم وسایلو تیارول سرکولر نرس اطاق اماده کوي دوسایلوحفاظت دکاري وسایلو‬
‫چک کول‪.‬‬
‫‪ 102‬س‪ :‬دوراني اختالطات څه شي دي؟‬
‫‪102‬ج‪ Thrombo embolism:‬یو وریدي التهاب دی چي دوینی دعلقي په واسطه رامنځته کیږي‪.‬‬

‫‪10‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫‪ 103‬س‪ :‬ترمبوز څه شي دی ؟‬
‫‪ 103‬ج‪ :‬په دوراني سیستم کي دوینی یوه علقه ده ‪.‬‬
‫‪ 104‬س‪ :‬امبولي څه شي ده؟‬
‫‪ 104‬ج‪ :‬په دوراني سیستم کي دهوا یوه علقه ده چی دحرکت په حال کي وي‪ .‬اوهمدارنګه تنفسي عدم ک فایه قلبي عدم ک فایه انتان‬
‫وینه بهیدنه اوهایپوترمیا هم د دورانی سیستم اختالطات دي ‪.‬‬
‫‪ 105‬س‪ :‬تندرستي تعریف کړي ؟‬
‫‪105‬ج‪ :‬تندرستي هغه حالت دی چی دیوشخص دژوند کیفیت لوړوي ارتقاء ورکوي‪.‬‬
‫‪106‬س‪ :‬دروحی فشار اسباب ولیکئ؟‬
‫‪106‬ج‪ :‬تهدید ویره مړینه روغتیا جنایت سوء استفاده دکورنی بدلون نوی محل پیسي دمحیط تغیر‬
‫‪ 107‬س‪ :‬مرګ یا مړینه کوم وخت رامنځته کیږي؟‬
‫‪ 107‬ج‪ :‬مړینه هغه وخت رامنځته کیږي چي دوراني سیستم تنفسي سیستم او دماغي سیستم توقف وکړي‪.‬‬
‫‪ 108‬س‪ :‬ضایعه تعریف کړي ؟‬
‫‪ 108‬ج‪ :‬ضایعه دهغو شرایطوڅخه عبارت ده چي په هغه کي یوشی تغیروکړي یا بیخي له منځه الړ شي اودګ ټي اخستني ووزي ‪.‬‬
‫‪ 109‬س‪ :‬حزن تعریف کړي ؟‬
‫‪ 109‬ج‪ :‬دیوسلسه شدیدو فزیکي اورواني ځوابونو څخه عبارت دی چي دیوي ضایعي په تعقیب رامنځته کیږي‪.‬‬
‫‪ 110‬س‪ :‬دضایعی اوحزن ترمنځ کومه رابطه شتون لري ؟‬
‫‪110‬ج‪ :‬ضایعه دناامیدی او اضطراب یواحساس دی اوحزن دستونزي دحل دمیکانیزم څخه عبارت دي‪.‬‬
‫تاریخ ‪ ۱۳۹۸/۵/۳‬هجری شمسی کال‬
‫ستاسي د دوعاپه هیله‬
‫تقي‬ ‫هم‬ ‫یع الل‬ ‫م‬ ‫س‬

‫‪11‬‬
Get more e-books from www.ketabton.com
Ketabton.com: The Digital Library

You might also like