Professional Documents
Culture Documents
ابراهيم بندرونه
ابراهيم بندرونه
افغانستان،افغانستان-پاکستان ترانزيټي سوداګري؛ مخينه slideshow،ticker، ،دیدگاه 2017-12-13 Admin 3774 Views ۰
حقونه او شته ستونزې،اقتصاد،پاکستان،حقونه او شته ستونزې
:لنډیز
افغانستان په وچه کې راګير هېواد دی او له ګاونډیانو پرته له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ لپاره اړ دی ،چې د خپل یوه
ګاونډي هېواد خاوره وکاروي .له همدې کبله ،په تېرو شپږو لسیزو کې افغانستان له نورې نړۍ سره د سوداګرۍ لپاره پر
.پاکستان متکي و
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ،په نړیوالو قوانینو کې د هغو هېوادونو د حقونو اړتیا حس شوه ،چې له ټولو لورو په وچه
پورې تړلي دي .دا چې افغانستان يو له دغو هېوادونو څخه و او له نورو ترانزيټي هېوادونو یې کړاوونه لیدلي وو ،په وچه کې
راګير هېوادونو د حقونو د خونديتابه په موخه یې په نړیوال سټیژ بحثونو کې پراخه ونډه واخیسته او له کبله یې شونې شوه ،چې
.یو شمېر نړیوال کنوانسیونونه رامنځته شي
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزيټ او سوداګرۍ لومړی تړون په ۱۹۶۵م کال کې وشو ،چې بیا د سیمې د بدلېدونکي
وضعیت له کبله په ۲۰۱۰م کال کې نوی شو؛ خو د ترانزيټ او سوداګرۍ له دغه تړون سره سره ،افغانستان اوس هم په دې برخه
.کې په پاکستان کې له يو شمېر ستونزو سره مخ دی
د بېلګې په توګه د پولو تړل ،له هند سره د سوداګرۍ په الره کې خنډونه ،د ګواښونو اداره کولو بېکفایته سیستم ،د ډيمریچ (د
.ځنډېدو جریمه) او شوکو غیرعادالنه فیس او د امنیتي قضایاو ،ستونزو او پالیسیو له کبله ترانزيټ قرباني کول شامل دي
.کیلي :افغان ترانزيټ ،افغان-پاک ترانزيټي اړیکې ،په پاکستان کې افغان ترانزيټي ستونزې ،ترانزيټي حقونه
مقدمه
کې ’’ “Bottom Billionپه ۲۰۰۷کال کې د اکسفورډ پوهنتون د اقتصاد پروفیسور پاول کوالیر په خپل کتاب «د تل ملیاردر» یا
د دې پوښتنې ځوابولو هڅه کړې ،چې ولې هغه هېوادونه چې ګډ نفوس یې تر میلیارد رسېږي ،د غربت تر کرښې الندې ژوند
تېروي؟ دی وايي ،که څه هم په وروستیو لسیزو کې یو شمېر هېوادونو له غربت سره مخه_ښه وکړه؛ خو يو شمېر هېوادونه
الهم له دې ستونزې سره الس او ګرېوان دي .دی مخکې زیاتوي ،څلور داسې بېالبېل خنډونه شته ،چې له کبله يې دغه میلیاردر
ښکتنی پوړ له بېوزلۍ څخه نه شي وتلی .یو له دغو څلورو خنډونو څخه ،له ټولو لورو څخه په وچه پورې د هېوادونو تړلتيا ده.
که څه هم ،د ده په اند اړينه نه ده چې ټول په وچه کې ایسار هېوادونه دې د غربت په ستونزه کې ښکېل وي او یا دې دغه
هېوادونه کمه اقتصادي وده ولري؛ خو بیا هم له یوه ملیارد ښکتني پوړ خلکو څخه ۳۸سلنه يې په وچه کې راګير هېوادونو کې
.ژوند کوي
جغرافیايي موقعیت د پام وړ ارزښت لري .په وچه کې راګير هېوادونه ،چې له سمندر سره کومه الره نه لري ،اړ دي چې د
ترانزيټ او سوداګرۍ لپاره په خپل یوه او یا ډېرو ګاونډیانو تکیه وکړي .خو دا بیا د سوداګرۍ لپاره وختګیره او ګرانه تمامېږي؛
د وارداتو لګښتونه زیاتوي او په رقابتي ډګر کې د یوه هېواد صادرات لوبه بایلي ،چې دا حقيقت د احصائیو پرمټ څرګند شوی
دی .د هر کس په سر د وچ_بندو هېوادونو د کورنيو ناخالصو تولیداتو اوسط ،د هغو ګاونډیانو په پرتله چې له سمندر سره الره
لري ۵۷ ،سلنه کم دی[ .]2ځکه نو په ټوليز ډول ،په وچه کې بند ټول پرمختلونکي هېوادونه د نړۍ د تر ټولو غریبو هېوادونو له
جملې څخه دي .په اتلسو دغه راز هېوادونو کې د هر کس په سر د کورنيو ناخالصو تولیدانو اوسط ،له ۱۰۰۰ډالرو څخه کم دی[
]3.
افغانستان په آسيا کې له منګولیا ،نیپال ،د الئوس خلکو ديموکراتیک جمهوریت ،بوتان ،قزاقستان ،قرغيزستان ،ترکمنستان،
تاجيکستان او اوزبکستان سره یوځای له لسو هغو هېوادونو شمېرل کېږي ،چې په وچه کې راګير دي .دغه راز له وروستیو
درېیو یادو شوو هېوادونو او چین ،پاکستان او ایران سره ګډه پوله هم لري .په وچه کې راګير هېواد په توګه د افغانستان
جغرافیايي موقعیت پر هېواد پاموړ اقتصادي اغېزې کړې دي .له همدې ځایه ده ،چې افغانستان په افریقا ،اروپا او التیني امریکا
.کې د نورو دغسې هېوادونو په څېر د ترانزيټ او سوداګرۍ له ستونزې سره مخ دی
په وچه کې بند هېواد په توګه ،افغانستان له نړۍ سره د سوداګرۍ په موخه پر پاکستان تکیه کوي؛ خو له پاکستان سره د ترانزيټ
او سوداګرۍ له تړون سره سره هم ،افغانستان له مالیمې ،باور-وړ او اغېزناکې/کار-وړ سوداګرۍ څخه محروم پاتې شوی .په
دې مقاله کې هڅه شوې ،چې د ترانزيټ په تړاو نړیوال حقوقي لیدلوری او د دوهاړخیزو ترانزيټي تړونونو مخینه بیان شي،
.ترڅنګ يې هغه عمده ستونزې په نښه شي ،چې په پاکستان کې د افغانستان سوداګري او ترانزيټ ورسره مخ دي
لکه چې مخکې يادونه وشوه ،افغانستان په آسيا کې له منګولیا ،نیپال ،د الئوس خلکو ديموکراتیک جمهوریت ،بوتان ،قزاقستان،
قرغيزستان ،ترکمنستان ،تاجيکستان او اوزبکستان سره یوځای له لسو په وچه کې راګير هېوادونو څخه یو دی .افغانستان له
ایران سره ۹۳۶کیلومتره ،له ترکمنستان سره ۷۴۴کیلومتره ،له اوزبکستان سره ۱۳۷کیلومتره ،له تاجيکستان سره ۱۲۰۶
کیلومتره او له چین سره ۷۶کیلومتره ګډه پوله لري .پاکستان شپږم او وروستی ګاونډی دی ،چې کابو ۲۴۳۰کیلومتره ډيورند
.کرښه دواړه هېوادونه له یو بل څخه بېلوي[]4
د یوه عادي وچ_بند هېواد په توګه افغانستان هم د سوداګرۍ لپاره پر خپلو ګاونډیانو تکیه کوي .د افغانستان د وارداتو اصلي توکي
تر ډېره نفت ،فلزات ،ماشینونه ،تجهیزات او خوراکي توکي دي .لومړی جدول په ډاګه کوي ،چې له نهو واردوونکو هېوادونو[]5
څخه پنځه یې د افغانستان ګاونډیان دي .له ۲۰۱۴م کال راهیسې ،د افغانستان د وارداتو اوسط کلنۍ کچه له هېواد څخه د بهرنیو
سرتېرو د وتلو له کبله کال په کال کمېږي؛ ځکه په تېره یوهنیمه لسیزه کې د دوی شتون د هېواد د اقتصاد اصلي چلوونکی و.
د دې ترڅنګ ،له افغانستان سره د نړیوالو هېوادونو مرستې هم کمې شوې او همدغو دوو فکټورونو په هېواد کې اقتصادي هلې
ځلې هم پيکه کړې دي[ .]6د افغانستان ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه ایران ،پاکستان او چین د افغانستان مهم سوداګریز
برخهوال او شریکان دي .شمېرې ښيي ،چې د افغانستان په وارداتو کې د پاکستاني توکو برخه په مسلسله توګه له کمښت سره مخ
ده او تر يوه بريده د ترانسپورت او امنیتي ستونزو له کبله ده ،چې په پاکستان کې افغان سوداګر ورسره مخ دي .له همدې امله دغو
.سوداګرو اوس د پاکستان پرځای د ایران په لور مخه کړې ده
په بل اړخ کې ،د هېواد ډېری صادراتي توکي وچې او تازه مېوې ،غالۍ ،د څارویو پوستکي او طبي بوټي دي .که تاسو دویم
جدول ته ځیر شئ ،نو د افغانستان د ډېرو صادراتي توکو منزل پاکستان ،هند او ایران دي[ .]7له سیمې وراخوا هېوادونو ته د
.افغانستان د صادراتي توکو لېږد تر ډېره د اعتبار وړ ،اغېزمن او پر اقتصادي-ترانزيټي خدماتو متکي دی
په وچه کې بند هېواد په توګه افغانستان له ایران ،پاکستان ،تاجيکستان او اوزبکستان سره ترانزيټي تړونونه لري؛ خو په تاریخي
توګه افغانستان د ترانزيټ په برخه کې ډېر پر پاکستان متکي دی .د هېواد نړیواله سوداګري په بنسټیزه توګه د پاکستان له وچو او
.بحري الرو ترسره کېږي
افغان ترانزيټي توګي له هغو الرو لېږدول کېږي ،چې په تړون کې پرې موافقه شوې .دغه توکي بیا د هېواد ښارونو ته پر پولې
له موافقه شوو “ننوتلو او وتلو” الرو څخه رسېږي .د پاکستان کراچۍ بندر او د افغانستان د لویو ښارونو ترمنځ د سفر واټن په
:الندې ډول دی
په ورپسې کلونو کې ،د پاکستان له الرې افغان ترانزيټ مخ په ځوړ روان و .یوه څېړنه[ ]9ښيي چې د ۲۰۱۰-۲۰۰۹په پرتله ،د
دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز ترانزيټ -که د کانتینرونو د شمېر له مخې وسنجول شي -په ۲۰۱۴کال کې تقریبًا نیمايي راکم
شوی او له ۷۵زرو څخه ۳۵زرو ته رارسېدلی دی .دغه کمښت تر څه حده په افغانستان کې له ۲۰۱۴کال وروسته اقتصادي
فعاليتونو د کمېدنې له کبله دی .خو ترڅنګ يې يو شمېر نور الملونه هم شته ،چې د پاکستان له الرې ترانزيټ او سوداګري يې
اغېزمنه کړې ده .په دغو ستونزو کې ،د سوداګرۍ او ترانزيټ اړونده اسنادو برابرولو لګښتونه ،له سړک او بندر سره تړل شوې
.کمزورې زېربناوې ،او په پرلهپسې توګه افغانستان ته په ځانګړي شوي ګمرکاتي ريژیم کې بدلونونه دي
د ترانسپورترانو یوه بله سروې[ ]10هم د ورته پايلو ښودنه کوي .یوه تن له چمن څخه د تېرېدونکو کانتینرونو په اړه وویل ،چې
په ۲۰۱۰-۲۰۰۹کال کې د ورځې کابو ۱۰۰کانتينرونه تېرېدل؛ خو په ۲۰۱۱-۲۰۱۰کې بيا ۵۰ته راکم شول او اوس (به
۲۰۱۳کې) د ورځې ۵کانتینرونو ته رارسېدلي دي .د یوه بل نماينده په اند هم ،د ۲۰۱۲او ۲۰۱۳کال ترمنځ افغان ترانزيټ او
سوداګري شاوخوا ۶۰سلنه کمه شوه .د پاکستان له الرې د ترانزيټ او سوداګرۍ د کموالي الملونه د ګمرکي ادارو لهخوا کارونه
ځنډول ،بډې اخیستنه او د کمزوري ځواک ماشینونو لرونکې پاکستانۍ الرۍ وې .همدا وجه ده ،چې افغان سوداګرو د ايران په لور
پاملرنه زياته کړې؛ ځکه د ایران د بندر عباس او د افغانستان د اسالمقلعې بندر له الرې له افغان ترانزيټي توکو څخه د اسنادو
.برابرولو په پلمه اضافي ګمرکي پیسې نه اخیستل کېږي
په وچه کې د راګير هېوادونو ستونزې نوې نه دي او په نړیوالو فورمونو کې تل د دغسې هېوادونو ستونزو ته اشاره شوې ده .دا
هېوادونه ځکه زيان ويني ،چې د سمندر په ګاونډ کې پرتو هېوادونو په شان په ازاد ډول سوداګري نه شي کولی او همدا چاره بیا
د اقتصادي ودې په الره کې خنډ ګرځي .همدا المل دی ،چې ملګري ملتونه هم هڅې کوي ،چې په وچه کې راګير هېوادونو د
ستونزو په تړاو اجماع رامنځته کړي او پای یې اقتصادي پرمختګ تضمین کړي .دا د ملګرو ملتونو دنده ده ،چې اقتصادي
پرمختګ ته وده ورکړي او د خپل منشور د ۵۵مې مادې له مخې ،باید نړیوالو اقتصادي ستونزو ته حلالرې پيدا کړي .په ۵۵
:ماده کې راغلي
د ملګرو ملتونو سازمان د نړۍ د ولسونو ترمنځ د نېمکرغۍ او ښو اړیکو د ټینګښت په موخه چې د حقوقي برابرۍ پر اصل «
.والړ وي ،الندې مسایلو ته پاملرنه کوي او هڅوي يې
الف :د ژوند د معیار سطحې لوړول ،په اقتصادي او ټولنیز نظام کې د وړ کاري شرایطو رامنځته کول؛
ب :د نړیوالو اقتصادي ،ټولنیزو او روغتیايي او نورو اړوندو مسایلو حل او د کلتوري او علمي همکاریو پراختیا؛
».ج :له ژبني ،مذهبي او نژادي توپير پرته ،بشري حقونو او اساسي ازادیو ته درناوی
له همدې امله د ملګرو ملتونو سازمان له کله چې جوړ شوی ،د خپل منشور له کبله په وچه کې د بندو هېوادونو د ستونزو د حلولو
په موخه بېالبېل کنفرانسونه او کنوانسيونونه جوړ کړي دي .د ملګرو ملتونو ۱۰۲۸عمومي پرېکړهلیک[ ]11هم په وچه کې
راګير هېوادونو د ترانزيټ او سوداګرۍ پر اړتیاوو او د نړیوالې سوداګرۍ پراختیا دننه پر اقتصادي پرمختګ تمرکز درلودلی
:دی .په دغه پرېکړهلیک کې راغلي
عمومي اسامبله؛«
د نړیوالې سوداګرۍ د ودې او په وچه کې راګير هېوادونو لپاره د ترانزیټي اسانتیاوو د اړتیا درک لري؛
د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته بلنه ورکوي ،چې په وچه کې راګير هېوادونو د ترانزيټ او سوداګرۍ اړتیاوې په بشپړه توګه
»،وپېژني او له همدې ځایه ،د نړیوال قانون او عام رواج په رڼا کې اسانتیاوې رامنځته کړي
:په همدې ډول ،د ملګرو ملتونو د جګو دریابونو کنوانسیون[ ]12درېیمه ماده هم د دغو هېوادونو د ستونزو په اړه خبرې کوي
د دې لپاره چې ساحل لرونکي او ساحل نه لرونکي دولتونه برابر واوسېږي ،نو ساحل نه لرونکي دولتونه سمندر ته د ازاد
السرسي حق لري .له همدې امله هغه دولتونه چې د ساحل ترمنځ یې یو بل هېواد حایل وي ،باید وچ-بند هېواد له دغه هېواد
.سره د موجوده نړیوالو کنوانسیونو مطابق تړون السلیک کړي
الف :مقابل طرف به ساحل نه لرونکي دولت ته له خپلې خاورې د ازاد ترانزيټ حق ورکوي؛ او
ب :سمندري بندرونو ته د السرسي او ګټې اخیستنې په برخه کې به ،په اوبو کې هغه کښتۍ ،چې د وچ-بند دولت بیرغ ولري ،د
.خپلو کښتیو او یا د هر بل هېواد له کښتیو سره برابر چلند کوي
د ۱۹۶۵م کال د ملګرو ملتونو په وچه کې راګير هېوادونو د ترانزيټ او سوداګرۍ کنوانسیون د همدغو هېوادونو د ستونزو د
هواري په برخه کې پاموړ پرمختګ و[ .]13ښاغلی آر ماکیل دغه کنوانسیون لومړنی نړیوال هوکړهلیک بولي ،چې په وچه کې
.راګير هېوادونو محروم موقعیت یې په رسمیت وپېژانده[]14
دغه کنوانسیون یو نړیوال تړون دی ،چې په د وچ-بندو هیوادونو په اړه د ملګرو ملتونو له ۱۰۲۸عمومي پرېکړهلیک وروسته
رامنځته شو .په دغه تړون کې پر هغو اصولو ټينګار شوی ،چې د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ په کنفرانس کې تصویب
شوی و .د دغه تړون اصولو او مادو پر ساحل لرونکو هېوادونو ټینګار وکړ ،چې په وچه کې ګير ګاونډيو هېوادونو ته سمندر ته
.ازاد السرسی ورکړي .ساحل لرونکي او په وچه کې بند هېوادونه مکلف شول ،چې دغه تړون تصویب کړي
د ملګرو ملتونو سازمان د سمندر قانون کنوانسیون ،د دغه سازمان د جګو دریابونو کنوانسیون[ ]15او په وچه کې راګير
هېوادونو له کنوانسیون څخه وړاندې جوړ شو .دا کنوانسيون هم د تېرو کنوانسیونونو په څېر د وچ-بندو هېوادونو او ساحلي
هېوادونو په تړاو ورته شرایط لري .د دغه کنوانسیون په ۱۲۵مه ماده کې “سمندر ته او له سمندر څخه بېرته د السرسي حق او
:د ترانزيټ ازادي” په اړه خبرې شوې دي .د دغې مادې لومړی پراګراف د وچ-بندو هېوادونو د ازادۍ پر حکمونو تمرکز کوي
وچ-بند هېوادونه باید په دغه کنوانسیون کې او په تېره بیا د لوړو/جګو سمندرونو ازادي او د انسانانو د ګډ میراث له کبله سمندر
ته او له سمندر څخه د السرسي حق ولري .د همدغې موخې لپاره ،وچ-بند هېوادونه باید د ترانزيټ د ازادۍ په برخه کې په
.ترانزيټ ورکوونکي هېواد کې د ترانسپورت له ټولو وسایلو ګټه واخیستالی شي
دا پورته ماده په وچه کې راګير تړلو هېوادونو ته د خوښې وړ ده؛ خو په عمل کې ،ساحل لرونکي هېوادونه د دغې مادې دویم
او درېیم پراګراف ته پاملرنه کوي ،چې له کبله یې ساحلي هېوادونه په وچه کې راګير هېوادونو پرضد له خپلو جغرافیايي
:موقعیتونو څخه په ګټه اخیستنې ،سخت موډلونه او شرایط رامنځته کوي .دا مادې په الندې ډول دي
د ترانزيټي او په وچه کې راګير هېوادونو ترمنځ په ازاده توګه د ترانزيټ عملي کول باید د دوهاړخیزو ،فرعي سیمهییزو او
.سیمهییزو تړونونو پر بنسټ وي
ترانزيټي هېوادونه د خپل قلمرو دننه د ملي حاکمیت د ټینګېدو په موخه بشپړ واک لري ،چې له هغو ټولو اقداماتو کار واخلي،
.چې خپلې مشروع ګټې پرې خوندي کړي
د نړیوال حقوقي لیدلوري موخه دا ده ،چې په وچه کې راګير هېوادونو اړتیاوو او ننګونو ته ځواب ووايي؛ خو بیا هم په عمل کې
وچ-بند هېوادونه په مسلسله توګه سمندر ته د ازاد السرسي د حقونو له شتون سره سره ،چې په نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو
.کې ورکړل شوي ،اوس هم له ستونزو سره مخ دي او له دغو ستونزو څخه کړېږي
نړیوال کنوانسیونونه او قوانين په دې موخه طرحه شول ،چې په وچه کې راګير هېوادونو ستونزې حل کړي ،سمندر ته ازاد
السرسی ومومي او د دغو هېوادونو اقتصادي پرمختیا تضمین کړي .د همدغسې يوه هېواد په توګه افغانستان د نړیوالو قوانینو او
.کنوانسیونو تر چتر الندې له نړۍ سره د خپلې سوداګرۍ په تړاو پر پاکستان تکیه کوي
له پاکستان سره د افغانستان اړیکې تل ترېینګلې پاتې شوې ،چې دغه وضعیت بیا د هېواد پر سیاسي اقتصاد ژوره اغېزه ښندلې
ده .په ۱۹۵۰مه لسیزه کې سمندر ته الره د افغانستان په څېر په وچه کې د یوه تړلي هېواد لپاره د دولت د پایښت خبره وه؛ ځکه
له پاکستان سره یې ترانزيټي ستونزې جدي وې .همدا المل دی ،چې افغانستان د یو شمېر هغو هېوادونو په سر کې و ،چې په
ملګرو ملتونو کې یې په وچه کې راګير هېوادونو ستونزې راپورته کړې .په حقیقت کې دا یوازې د افغانستان ،بولیویا ،او
چیکسلواکیا هلې ځلې وې ،چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ یې فشار راوړ ،ترڅو د دغو هېوادونو د ستونزې د هواري په
جوړولو ته ) (Fifth Committeeموخه یو کنفرانس راوغواړي .په همدې موخه د جنیوا ۱۹۵۸کال کنفرانس د پنځمې کمیټې
الره هواره شوه[ ،]16چې له چیکسلواکیا څخه جاروسالف زورېک ،له بولیویا څخه ګویریا آرزې او له افغانستان څخه عبدالحکیم
طبیبي د رییس ،معاون او د راپورتاژ په توګه ومنل شول .له دغه کمیټې وغوښتل شول ،چې سمندر ته د ازاد السرسي قوانین
.وارزوي او بیا په همدې تړاو د یوه کنوانسیون ډرافټ جوړ کړي ،چې ښايي دا د سمندري قوانینو له ُک لياتو څخه یوه برخه وي
پاکستان په کنفرانسونو او کنوانسیونونو کې په وچه کې راګير هېوادونو لپاره سمندر ته د ازاد السرسي په الره کې کلک مخالف
پاتې شوی دی .په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د یوه کنفرانس پرمهال پاکستاني پالوي وویل ،چې یو دولت هېڅ مسؤولیت نه لري ،چې
نورو ته له خپلې خاورې د ترانزيټ امتیازات ورکړي[ .]17د پنځمې کمیټې په مجلس کې ،د پاکستان استازي ښاغلي بوټو پر
دوهاړخیزو او څو اړخیزو تړونونو ټینګار وکړ او ویې ویل ،چې د ترانزيټي او په وچه کې راګير هېوادونو ترمنځ باید دوهاړخیز
او څو اړخیز تړونونه وشي .ده زیاته کړه ،چې همدا یوه غوره الره ده ،ځکه د دغو تړونونو له الرې مسؤولیتونه په خوندي توګه
تضمینېږي .د یوه قرارداد حرمت چې په خپله خوښه جوړ شوی وي ،له یوه جنجالي او مبهم حق څخه ښه وي .دا ډېره
هېښوونکې او ان غمجنوونکې ده ،چې وچ-بند هېوادونه فکر کوي چې د دوی ګټې به هغه مهال په سمه توګه خوندي شي ،چې
.کله دوی له دا ډول مساعد وضعیته ووځي[]18
د افغانستان استازي ښاغلي طبیبي د ښاغلي بوټو د نظریاتو په ځواب کې وویل ،چې د بوټو خبرې د پاکستان حکومت د غړو له
ژمنو سره په ټکر کې دي .د ده په وینا ،له ۱۹۴۷کال وروسته چې کله هند او پاکستان ازاد شول ،د پاکستان له آزادۍ وروسته د
افغانستان او انګلستان ترمنځ د ترانزيټ څلویښت کاله پخوانی تړون فسخه شو او تردې دمه افغانستان په دې ونه توانید ،چې
پاکستان وهڅوي ترڅو دا تړون د ترانزيټ په یو بل رسمي تړون کې بدل کړي .ده زیاته کړه ،چې د افغانستان په ابتکار د آسيا او
یوه د حل سپارښتنه وکړه (Economic Commission for Asia and the Far East (ECAFE) ) ،لرې آسيا اقتصادي کمیسیون
چې باید په وچه کې بندو هېوادونو ته هر ډول ترانزیتي اسانتیاوې ورکړل شي .له بده مرغه دغه سپارښتنې د افغانستان په
کړکېچن وضعیت کې د پام وړ بدلون رانه ووست .تر ټولو بده ال دا چې په ۱۹۵۵کال کې د اقتصادي محاصرې له کبله د
.افغانستان اقتصاد فلج شو او خلک یې له ډېرو سختیو سره مخ شول[]19
په ملګرو ملتونو کې په وچه کې راګير هېوادونو دغو هڅو په ۱۹۶۵کال کې د نیویارک کنوانسیون (د ترانزيټ او سوداګرۍ په
تړاو د وچ-بندو هېوادونو کنوانسیون) په بڼه نتیجه ورکړه .دا لومړنی څو اړخیز تړون و ،چې د ترانزيټ او سوداګرۍ ځانګړې
ستونزې پکې بحث شوې .عبدالحکیم طبیبي چې د نیویارک په کنوانسیون کې يې ونډه لرله ،ولیکل چې په وچه کې راګير
هېوادونو له نظره د دوی حقونه په قانوني توګه په رسمیت پېژندل د څلويښتو کلونو هڅو بریا ده[ .]20د ده په وینا ،د نیویارک
کنوانسیون نه یوازې په وچه کې راګير هېوادونو او د ترانزيټ ورکوونکو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ فضا رامنځته کوي ،بلکې
.په وچه کې راګير هېوادونو بهرنۍ سوداګري هم زیاتوي .د دغو هېوادونو ډېری په افریقا او آسيا کې دي[]21
د نړیوالو کنوانسیونونو او قوانینو له کبله پاکستان اړ و ،چې افغانستان ته د ترانزيټ امتیاز د افغانستان د ترانزيټ او سوداګرۍ په
تړون یا د اپټا د ۱۹۶۵کال تړون په شکل کې ورکړي .دغه تړون بیا په ۲۰۱۰کال کې د افغانستان-پاکستان د ترانزيټ او
سوداګرۍ تړون په بڼه بدلون وموند .خو له پاکستان سره د دغو تړونونو باوجود ،افغان سوداګري د پاکستاني چارواکو لهخوا له
.سختو ننګونو سره مخ وه
Afghanistan Transit Trade Agreement ATTAد افغانستان د ترانزيټ او سوداګرۍ تړون (اټا)
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیټي اړیکې ،د ملګرو ملتونو له کنوانسیونونو او د تعرفې او سوداګرۍ عمومي توافق
چې د ۱۹۴۷کال د اکتوبر پر ۳۰مه السلیک او د ۱۹۴۸کال د جنورۍ )(General Agreement on Tarıffs Trade/ GATT
له لومړۍ نېټې وروسته عملي شو ،سرچينه اخلي .له همدې امله پاکستان باید د ملګرو ملتونو د کنوانسیون او د تعرفې او
د ۵مې مادې له مخې ،چې د ترانزيټ پر ازادۍ ټینګار کوي ،افغانستان ته د ترانزيټ اسانتیاوې ) (GATTسوداګرۍ عمومي توافق
ورکړي .دواړو هېوادونو له دې وړاندې پر ځينو تدابیرو موافقه کړې وه ،چې له الرې به یې افغانستان د پاکستان خاوره د
(Afghanistanترانزيټ په موخه کاروله .پای دواړو هېوادونو شته تدابیر او شرایط د افغانستان ترانزيټ او سوداګرۍ په تړون
کې تصویب او برابر کړل .دا تړون د ۱۹۶۵کال د مارچ له ۲مې نېټې څخه د ګټې اخیستنې وړ )Transit Trade Agreement
.شو
د آټا تړون له مخې ،افغانستان د کراچۍ او قاسم بندر د داخېلېدو او د تورخم او چمن د وتلو الرې په توګه کارولی شوای؛ خو په
دغه تړون کې افغانستان ته دا اجازه نه وه ورکړل شوې ،چې له چین سره د پاکستان له الرې سوداګري وکړي ،دغه راز له هند
سره هم د پاکستان د واګې بندر له الرې د افغانستان د سوداګرۍ په تړاو خبره نه وه نهايي شوې .د دې ترڅنګ د افغانستان او
پاکستان دننه ځمکنۍ الرې نه وې په نښه شوې ،افغان الرۍ په پاکستان کې نه پرېښودل کېدې او د افغان ترانزيټي توکو ډېری
(National Logisticsترانسپورت په پیل کې د پاکستان اوسپنيزې پټلۍ يا رېلوې له الرې او وروسته بیا د ملي لوجستیکي مرکز
.لهخوا کېده )Cell
له اټا ۱۹۶۵کال تړون وروسته ،د ترانسپورت په برخه په نړیواله کچه د پام وړ پرمختګونه ولیدل شول ،نوې او پرمختللې الرۍ
مارکېټ ته راغلې او د ګمرکاتو پروسیجرونه څو ځله نوي شول .دغه راز په ۱۹۹۱کال کې د سیمې په امنیتي او سیاسي اقتصاد
کې هم د منځنۍ آسيا هېوادونو له ازادېدو سره د پام وړ بدلونونه راغلل .د منځنۍ آسيا نوي ازاد شوي هېوادونه د صادراتي توکو
او د انرژۍ واردولو په تړاو د وړتیا لرونکو مارکېټونو په توګه راڅرګند شول ،په تېره بیا د دوو سیمهییزو هېوادونو (پاکستان
او هند) لپاره .د دې ترڅنګ ،د ۲۰۰۱کال د سپټمبر د یولسمې له پېښې وروسته په افغانستان کې د نوي نظام له راتګ سره هم یو
نوی پړاو پيل شو ،چې د سیمې پر ترانزيټ او سوداګرۍ یې اغېزه لرله .په افغانستان کې نړیوالې ټولنې د بیارغونې پراخ کارونه
له دغو هڅو سره پیل کړل ،چې د ډېرېدونکي سیمهییز پيوستون او اقتصادي همکاريو پرمټ به د افغانستان دوام او پایښت تضمین
.کړي
دغو نويو بدلونونو او د سیمې بدلېدونکي وضعیت پاکستان وهڅاوه ،چې د منځنۍ آسيا د صادراتي مارکېټ په تړاو فکر وکړي.
دغه راز پاکستان له دې ستونزې سره هم مخ و ،چې افغانستان ته صادرېدونکي پاکستاني توکي ،چې ګمرک نه پرې راته ،د فاسدو
پاکستاني چارواکو په مرسته خپله د پاکستان په بېالبېلو ښارونو کې هم موندل کېدل .په بل اړخ کې افغانستان د پام وړ
ستراتېژيک موقعیت لري او منځنۍ آسيا ته د دروازې حیثیت لري .دغ