Professional Documents
Culture Documents
Document
Document
مخفف دی او انټروډکشن د پېژندنې په مانا ده .هره Introductionبولي .انټرو د انټروډکشن Introیا Leadپیالمه په انګریزي کې
خبري پیالمه اړونده خبري کیسه ،خبر یا پېښه اورېدونکو او لوستونکو ته ورپېژني .د پیالمې په اړه ګڼ تعریفونه شوي دي چې څو یې
:په دې ډول دي
اصلي دنده ده(Lead) ( .لوستونکي په ناڅاپي ډول الندې کول او لوستلو ته د هغوی پام را اړول د خبر د لومړۍ کرښې لیډ
)۲
پیالمه د خبر د مهمې برخې یا برخو لنډیز دی .یانې د پیالمې په اورېدو یا لوستلو سره اورېدونکي او لوستونکي پوهېږي چې خبر د
څه په اړه دی؟
پیالمه د خبر ډېره مهمه برخه ده ،ځکه پیالمه د خبر له تر ټولو ارزښتناکې برخې څخه غوره کېږي .د هر خبر د بري راز تر ډېره د
هغه په ”پیالمې“ پورې اړه لري .څومره چې د یوه خبر پیل یا پیالمه په زړه پورې وي ،نو په همغه اندازه یې ډېر اورېدونکي اوري.
بریالۍ پیالمه هغه ده چې د ډېرو د پام وړ وګرځي اوله نورو چارو څخه د لیدونکو ،اورېدونکو او کتونکو پام د ځان په لور ور
.واړوي
د جګړو په اړه راپور ورکوونکي خبریاالن پیالمه د خبلایر وسله ګڼي او د هغوی په اند که خبلایر په همغه لومړي سر کې په
.لوستونکو د دغې وسلې وار ونه کړي ،نو داسې وګڼئ چې جګړه یې بایللې ده
پیالمه ډېر ډولونه او د لیکلو ګڼې الرې لري .ښه لیډ یا پیالمه هغه ده چې خبري کیسه یا پېښه لوستونکو ته په زړه پورې کړي او تر
پایه یې د هغې لوستلو او اورېدلو ته وهڅوي()۴
لومړۍ جمله د لیکنې د زړه حیثیت لري اونورې برخې د لومړۍ هغې هومره په زړه پورې نه وي لومړۍ جمله د اورېدونکو د پام را
.اړولوکار ورکوي .د پیالمې لیکلو کومه نېغه او یواځینۍ الره نشته()۵
پیالمه په ګڼو الرو لیکل کېدلی شي .د بېلګې په توګه که د ورځنیو پېښو په اړه د بېالبېلو رسنیو یا خبریاالنو خبرونه واورئ ،نو د
ورته پېښو په اړه به بېالبېلې خبري پیالمې واورئ .دا ځکه چې د خبریاالنو د لیکلو ډول یا لیکالرې یو تر بله لږ او ډېر توپیرونه
سره لري .لنډه دا چې پیالمه لیکنه داسې کومه ځانګړې ریاضیکي فرموله نه لري چې د کارولو پر مټ یې ټول خبریاالن یو ځواب
یا پایله ترالسه کړي ،بلکې یواځینی شی چې هر پیالمه لیکوال ښايي د پیالمې لیکلو پرمهال ورته پام وکړي هغه لنډیز ،روښانتیا
.او په زړه پورې والی دی،ځکه همدا د یوې ښې او د خلکو د پام وړ پیالمې ځانګړنې دي
.د خبرونو له پلوه پیالمې په دوه ډوله وېشل شوې دي .د ساده خبر پیالمه او د پېچلي خبر پیالمه
دا هغه ډول پیالمه ده چې د یوې یا لږ ترلږه داسې خبري پېښې اړوند وي چې د زیان کچه یې لږه وي .لکه په یوه پېښه کې یو تن مړ
.وي .یو تن لوټل شوی وي او داسې نور
:بېلګه
.ناپېژندویه وسله وال غله نن ماښام د شهزاده سرای د صرافانو مشر ولوټه
:یا
.د کابل – جالل اباد په لویه الره د یوې ټرافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او درې نور ژوبل شول
تر دغې پیالمې وروسته د پېښې تفصیل ،د خلکو پېژندګلوي ،د پېښې ځای ،وخت ،المل او نور ښودل کېږي .د ساده خبر د پیالمې شپږ
:ډولونه دود دي
څوک؟
که د خبر اړوند یا په پېښه کې ښکېل یا زیانمن شوی کس مشهور وي ،نوپه پیالمه کې همغه راوړل کېږي()۶
.لکه :د پکتیا والي پوهاند تڼیوال په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو
څه شی ؟
:کله چې په پېښه کې د ښکېلو کسانو په پرتله په خپله پېښه ډېره مهمه وي ،نو د هغې پیالمه داسې وي چې
چېرته؟
.کله چې د پېښې ځای مهم وي ،نو په پیالمه کې همغه راوړل کېږي
.بېلګه :د ولسشمرۍ ماڼۍ مخته زرګونوالریون کوونکو د کورنیو چارو وزیر د ګوښه کولو نارې ووهلې
څه وخت؟
:که د خبري پېښې د نورو خواو په پرتله وخت ډېر مهم وي ،نو هغه په پیالمو کې راوړل کېدلی شي لکه
.یا :په رڼا ورځ د ښوونځي دوه تنه زده کوونکې ناپېژندویه کسانو وتښتولې
ولې؟
:لکه
.ماشوم تښتونکو د تېښتې هڅه کوله ځکه ،نو د پولیسو په ډزو ووژل شول
:يا
.موټر چلونكى د ماهيپر په كږلېچونو كې پرېشانۍ وړى وو ،ځكه يې موټر بې الرې شو او ښكته ولوېده
څه ډول؟
.د څه ډول پیالمه تر ډېره د پېښې د پېښېدو ډول راسپړي
.بېلګه :د دو وسله والو ډلو دنښتو ترمنځ درې تنه ولسي وګړي ووژل شول
.دا هغه پیالمې دي چې له یوې څخه د ډېرو یا د داسې پېښې اړوند وي چې په هغه کې له یوې څخه ډېرې خواوې د پام وړ وي
ټولې پېښې یو ډول نه دي ځینې پېښې د خپل ډول له مخې تر نورو پېچلې وي .پېچلې په دې مانا چې په هغه کې ډېرې خواوې د پام
.وړ وي .لکه په یوه پېښه کې ګڼ کسان مري ،کورونه او ودانۍ په کې نړېږي ،هټۍ په کې سوځي ،موټرونه په کې له منځه ځي او نور
.دا ډول پېښې د پېچلو خبرونو بېلګې دي .د دغه ډول پېښو پیالمې په دوه ډوله لیکل کېدلی شي
په دې ډول پیالمو کې ټولې خواوې د ارزښت له مخې په یوه پارګراف کې یوه په بلې پسې راوړل کېږي .یانې تر ټولو د زیات ارزښت
.لرونکې د مخه ،د منځني ارزښت لرونکې ورپسې او د لږ ارزښت لرونکې برخې په پای کې راوړل کېږي
.که د یوې پېښې یوه برخه تر بلې ډېره مهمه وي ،نو هغه مهال بیا پیالمه په دوه برخو وېشل کېږي
:بېلګه
.ولسمشر کرزي د امن جرګه د پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو په ګټه وبلله او د امن د دوهمې جرګې د جوړولوټینګار یې وکړ
ولسمشر کرزي وویل افغان سرتېري له دښمن سره د جګړې کولو پوره وړتیا لري .نوموړي وویل که وسله وال مخالفین جوړ جاړي
.ته غاړه کېنږدي ،نو دوی به یې د جنګ له الرې رېښې وباسي
ولسمشر کرزي د بهرنیو هېوادونو د ډیپلوماټانو غونډې ته د وینا پرمهال وویل روسیه باید افغانستان ته د تېرې جګړې پر مهال د
.اوښتي زیان تاوان ورکړي
.دا ډول پیالمه عمومًا لکه له نوم څخه یې چې څرګندېږي په یوې پوښتنې پیلېږي
:لکه
:یا
:لکه
د روغتیا وزیر درې کاله د مخه د روغتونونو د حالت ښه کولواو ناروغانو ته د درملو ورکول د خپلو کاري لومړیتوبونوپه توګه یاد
کړي وو ،خو ال هم ډېری ناروغان د پالزمېنې کابل د روغتونونو له اوسني حالت ،د څښاک د اوبو او درملو د نه شتون څخه
.سرټکوي
:یا
د پوهنې وزیر د مورنۍ ژبې د نړۍ والې ورځې پرمهال د لویې جرګې په خېمه کې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال ټولو زده کوونکو ته
په مورنۍ ژبو د زده کړو د برابرولو ژمنه کړې وه ،خو ال هم په پالزمېنه کابل کې په زرګونو زده کوونکي په مورنۍ ژبه د زده كړو
.له حق او اسانتیا بې برخې دي
:لکه
د هند سفارت مخته نننۍ چاودنه د پاکستان د څارګرې ادارې په سال او الرښوونه شوې ده .اسالم اباد تل په افغانستان کې د امنیت د
:ګډوډولو هڅه کړې ..ولسمشر کرزي د خبریاالنو یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل
:بېلګه
پاکستانی ولسمشر پرویز مشرف له یوې خوا نړۍ والې ټولنې سره د ترهګري پر وړاندې مبارزه کې ځان ژمن ګڼي او له بل لوري
.ترهګرو ته په خپله خاوره کې د فعالیت او ژوند کولو اسانتیاوې برابروي
:دا هغه لیډ دی چې په ناببره او غیر عادي پېښو لیکل کېږي .لکه
یوې وړې مرغۍ د یوې بوینګ الوتکې الوتنه له خنډ سره مخ کړه)۸( .
:يا
د پیالمې له ډولونو وروسته د پیالمې لیکلو الرو چارو ته راځو .د پیالمې لیکل یوه ستونزمنه چاره ده ،ځکه د لنډې ،روښانه ،اړوندې
او په زړه پورې پیالمې لیکل د هر خبلایر د وس خبره نه ده .د دغه ډول پیالمې لپاره د لیکوال تخلیقي وړتیا ،ډېر غور ،بیا بیا لیکلو
او زیار ګاللو ته اړتیا ده او ډېر لږ خبریاالن د ښې پیالمې لیکلو په موخه سختي او کړاو ګالي .همدغه المل دی چې هر خبلایر په
تول تللې او د نورو د خوښې پیالمې نشي لیکلی .ځینې خبریاالن پیالمې تر ټاکلې یا هغې اندازې چې څومره ښايي اوږدې لیکي.
ځینې بیا د مهمو او ارزښتناکو خبرو پر ځ