Professional Documents
Culture Documents
Biology
Biology
بیولوژی له دوه یونانی کلمو څخه اخستل شوی ده چه BIOد ژوند او LOGYد پوهی په معنی ده یعنی بیولوژی •
هغه علم دی چی د ژوندی موجواداتو څخه بحث کوی .
حجره تعریف کړی؟ •
حجره د ژوندیو موجوادتو د ژوند وظیفوی اوساختمانی واحد دی. •
د ژوندی موجوادتو حجری د څو برخو څخه جوړ شوی دی؟ •
دژوندیو موجوداتو حجری د حجروی غشاء سایتوپالزم او هستی څخه جوړی شوی دی. •
د حجری په جوړښټ کی کوم مرکبات شامل دی.؟ •
د حجری په جوړښت کی عضوی او غیر عضوی مرکبات شامل دی. •
میتابولیزم تعریف کړی؟ •
میتابولیزم یونانی کلمه ده ب دلون او تغیر معنی ورکوی میتابولیزم د یو لړ منظمو کیمیاوی تعاملو(وده،ترمیم،تکثر) •
او د انرژی له تولید څخه عبارت دی چی د زوندی موجوادتو پایښت المل کیږی.
د ژوندیو موجوداتو حجری له څو ډوله مرکباتو څخه جوړشوی دی.؟ •
له دوه ډوله څخه جوړشوی دی. •
د ژوندی موجوداتو کی عضوی او غیر عضوی مرکبات کوم دی.؟ •
د ژوندی موجوادتو عضوی مرکباتو پروتین،شحم،هستوی تیزاب،قندونه او انزایمونه دی او غیر عضوی مرکبات •
اوبه او منرالونه دی.
میتابولیزم څو مشخصی برخی لری.؟ •
میتابولیزم دوه مشخصی برخی لری :د انرژی تولید او د انرژی مصرف. •
د میتابولیزم تعاملونه په څو ډوله ترسره کیږی؟ •
د میتابولیزم تعاملونه په دوه ډوله تر سره کیږی :انابولیرم( تعمیری تعامل) او کتابولیزم(تجزیوی تعامل). •
انابولیزم( )Anabolismتعریف کری؟ •
هغه بدلولونه چی په هغی کی ساده مواد په سختو او مغلقو موادو بدلیږی .انابولیزم په نوم یادیږی.لکه د پروتین په •
جوړول کی ،شحمو جوړیدل....،
بیوسنتیز(بیولوژیکی) تعریف کړی؟ •
د موادو ترکیب چی په حجره کی صورت نیسی د بیوسنتیز په نوم یادیږی. •
کتابولیزم تعریف کړی؟ •
ټول هغه بدلولونه چی په هغی کی سخت او مغلق مواد په ساده موادو تجزیه شی د کتابولیزم په نوم یادیږی :لکه د •
پروتین بدلیدل په امینواسید ،د نشایستی بدلیدل په ګلوکوز او دشحمونو بدلیدل په شحمی تیزابونو اوګلیسرین باندی.
آیا د کتابولیزم به جریان کی انرژی ازادیږی؟ •
هو د کتابولیزم په جریان کی یوه اندازه انرزی ازادیږی چی د ژوندیو موجوداتو په حیاتی فعالیتونو(حرکت،ترشح،د •
موادو ترکیب) کی کارول کیږی.
اسمیلشین تعریف کړی؟ •
د بیولوژیکی ترکیب ټول تعاملونه چی انرژی په شتون کی د تغذیه،ودی او انکشاف لپاره سرته رسیږی د اسمیلشین •
په نوم یادیږی.
خوراکی توکی د کومی عملیی په واسطه د حجری په دننه موادو بدلیږی؟ •
د سمیلشین په عملیی سره. •
ډیسیملیشن عملیه تعریف کړی؟ •
د حجری ټول تخریبی تعاملونه د ډیسیملشن په نوم یادیږی .د ډیسسملیش عملیی په واسطه د جحری مواد تجزیه •
کیږی.
د اسیملیشن او ډیسملیشن عملیی د حجری دننه تر سره کیږی که د باندی ؟ •
د اسیملیشن او ډیسملیشن عملیی د حجری دننه ترسره کیږی چی د حجری دننه موادو پوری اړه لری. •
په کوم ډول نباتاتو کی اوحیواناتو کی میتابولیزم تیز او چټک دی؟ •
په ځوانو اوفعالو حیواناتو اونباتاتو کی میتابولیزم تیز اوچټک دی. •
که یه نبات کی یا حیوان کی انابولیزم او کتابولیزم برابر شی څه واقع کیږی؟ •
که په نبات یا حیوان کی ا نابولیزم او کتابولیزم برابر شی وده نه کوی،وده نه کوی ،وزن کموالی نه راځی. •
دحجری د پاتی کیدو ،ودي اوفعالیت اساسی شرط څه شی دی؟ •
دحجری د پاتی کیدو ،ودي اوفعالیت اساسی شرط څه شی دی اسملیشن او ډیسیملیشن دی. •
که کتابولیزم زیات شی او انابولیزم کم شی څه واقع کیږی؟ •
ژوندی موجودات وزن کموالی او خپل زیرمه مواد مصرف وی. •
تر کوم وخت پوری حیوانات او نباتات په حجرو کی میتابولیرم جریان لري؟ •
تر هغه وخت پوری چی ژوندی موجودات ژوندی وي. •
د انسان بدن څو سلنه اوبه لري؟ •
د انسان بدن تقربیا ٪۶۵تر ٪۹۵پوری اوبه لری. •
په حجره کی اوبه په څو ډوله دی؟ •
دوه ډوله آزاد اوبه او تړلی اوبه. •
په جحره کی ازادی اوبه کومو اوبه ته وایی؟ •
د حجری ازادی اوبه په میتابولیزم کی برخه لری ،یوه برخه یی داخلی جوړښتونو کی مصرفیږی. •
په جحره کی ټړلی اوبه کومو اوبه ته وایی؟ •
د جحری تړلی اوبه دجحری د اجزاوو کیمیاوی ترکیب کی شاملی دي اوهغه وخت ضایع کیږی چی حجره تخریب •
شي .دحجری تړلی اوبه د ازادو اوبو په واسطه پوره کیږي.
حجری کوم وخت ډیرو اوبو ته ضرورت لری؟ •
د حجری د ویش په وخت کی حجره ډیره اوبو ته ضرورت لری. •
ټول کیمیاوی تعاملونه په بدن کی په کوم چاپیلایر کی رامنځته کیږي؟ •
په بدن کی ټول کیمیاوي تعاملونه او بیولوژیکی تعاملونه په مایع چاپیلایر کی رامنځته کیږي ټولي حجری په مایع •
چاپیلایر کی چی اوبه لریژوند کوي.
حجره په کوم وخت کی د چاپیلایر څخه توکی اخستی شي؟ •
هغه وخت حجره د چاپیلایر څخه توکی اخلي کله چی توکی په اوبو کی منحل شي. •
د اوبو ځانګړتیاوی په ژوندی موجوداتو کی کوم کوم دي؟ •
اوبه د ژوندی موجوداتو د تودخی زیاتوالی او ناڅاپی بدلون څخه مخنیوی .همدا ډول د چاپیلایر د تودخی درجه •
کموالی یا زیاتوالی په ناڅاپی توګه نشي کوالی چی د ژوندیو موجوداتو د بدن اوبه کمی کړي.
د کومو ژوندی موجوداتو حجرو اوبه زیات وي؟ •
هغه ژوندی موجودات چی په اوبه ژوندی کوی حجری ډیری اوبه لري. •
عناصر په بدن کی اړتیا له مخی په څو ډوله دي؟ •
په دوه ډوله دي :ډیر مصرف کیدونکی :لږمصرف کیدونکی. •
په بدن کی ډیر مصرف کیدونکی عناصر کوم دي؟ •
په بدن کی ډیر مصرف کیدونکی عناصر هغه عناصردی چی بدن یی په ورځ کی ۱۰۰ملی ګرام څخه زیاته اړتیا •
لري .لکه :اوسپنه،سودیم،کلسیم،فاسفورس...
په بدن کی لږمصرف کیدونکی عناصر کوم دي؟ •
په بدن کی لږ مصرف کیدونکی عناصر هغه دي چی په بدن ورته په ورځ کی له ۱۰۰ملی ګرام څخه کمه اړتیا •
لري لکه :ایوډین،فلورین....
کلسیم په بدن کی کومی عملیی سرته رسوي؟ •
کلسیم په فزیولوژیکی عملیو کی برخه اخلی لکه:د اعصابو فعالیت کنترولوی چی په دی اساس په وینه کی د کلسیم ✓
اندزه باید ثابته پاتی شي تر څو عصبی جریان انتقال صورت نیسي.
په عضالتو کی د کلسیم شتون د عضالتو د عضالتو انقباض دفعالیت د تحریک سبب ګرځي. ✓
کلسیم د ځینو هورمونونو انزایمونو اوپروټینونو په فعالیت کی مرسته کوي. ✓
کلسیم د هډوکو یوجزدی هډوکی په بدن کی د کلسیم مخزن دی او دحجری د شاه خوا د کلسیم د اندازه په تنظیم کی ✓
مهم رول سرته رسوي
د انسان په ۱۰۰سانتی متره معکب څومره فاسفورس وجود لري؟ •
( )۵/۳-۴میلی ګرامه پوري. •
په بدن کی موجود فاسفورس په کوم شکل شتون لري.؟ •
په بدن کی موجود فاسفورس د فاسفیت( ) Po4ایون په شکل شتون لري. •
په بدن کی کوم هومورن آیوډین لري؟ •
د تایروکسین هورمون آ یوډین لري چی له تایرویید غدی څخه څڅول کیږي. •
د آیوډین دندی کومی دي؟ •
د ایوډین دنده د تایرویید غدی جوړښت او په کبانو کی او لبن یاتو کی هم وجود لري.او کمبود باعث مرض سبب •
ګرځي .چی جاغور مرض دی هم د جین د ودي د ورو کیدو سبب ګرځي.