Professional Documents
Culture Documents
د پاکستان اقتصاد - ويکيپېډيا
د پاکستان اقتصاد - ويکيپېډيا
د پاکستان اقتصاد - ويکيپېډيا
د پاکستان اقتصاد د پیرودلو ځواک برابرۍ (پي پي پي) پر بنسټ د «جي ډي پي» له پلوه د نړۍ څلوروېشتم لوړ
اقتصاد دی .د ۲۰۲۱ز کال د اټکل له مخې ،دغه هیواد ۲۲۷میلیونه (په نړۍ کې پنځم تر ټولو لوی) وګړي (نفوس) لري ،د
۱،۵۶۲امریکایی ډالرو (په نړۍ کې يو سل او شپېتم) سړي سر اسمي جي ډي پي په لرلو سره د پاکستان اسمي جي
ډي پي ۳۴۷میلیارده امریکايي ډالره ده؛ د پیرودلو ځواک برابرۍ پر بنیاد د دغه هیواد «جي ډي پي» ۱.۴۶۸تریلیونه
امریکایي ډالره ده چې د سړي سر جي ډي پي (پی پی پی) ۶۴۷۰امریکایی ډالره کېږي (په نړۍ کې يو سل او
[]۱
څلوېښتم).
پاکستان د نیمه صنعتي اقتصاد په لرلو سره یو مخ پر وده هیواد دی .بنسټيز صادراتي توکي یې ټوکر ،د څرمنو توکي،
[]۹[]۸[]۷[]۶[]۵[]۴[]۳[]۲
د لوبو وسايل ،کیماوي توکي او غالۍ/ټغرونه (وړين فرشونه) دي.
د پاکستان د اقتصاد د ودې قطبونه د انډس سیند په اوږدو کې پراته دي؛ د کراچۍ متنوع اقتصادونه او په پنجاب
کې لوی ښاري مرکزونه ،د هیواد په نورو برخو کې د لږو پرمختللو سیمو سره يو ځای موجود دي .په تیر کې د
پاکستان اقتصاد د داخلي سیاسي ګډوډۍ ،د نفوسو چټکې ودې او د بهرنۍ پانګونې ګډې کچې له امله زیانمن شوی
و .د بهرنیو اسعارو زیرمې د کارګرانو له خوا د دوامدرې پيسو استولو له الرې پر ځای ساتل کېږي ،خو د مخ پر وده
اوسني کسر – کوم چې د سوداګريزې تشې د زياتېدو له اماله منځ ته راغلی ،ځکه د وارداتو زياتوالي له صادراتو زيات
شوی دی – کوالی شي زیرمې راټیټې کړی او په منځمهالې موده کې د «جي ډي پی» وده کمه کړي .د بهرنۍ پانګونې
او د بوديجې د کسر کمولو په موخه د ټولو دولتي شرکتونو خصوصي کولو په ګډون اوسمهال پاکستان د اقتصادي
[]۱۵[]۱۴[]۱۳[]۱۲[]۱۱[]۱۰
ازادۍ په پړاو کې دی.
د ۲۰۲۱ز کال د مۍ تر میاشتې ،د پاکستان دولت وړاندوینه کوي چې د راتلونکې ودې کچه به پنځه سلنه وي – په
سويلي اسیا کې یو له لوړو کچو څخه .د نړیوال بانک په وینا ،په پاکستان کې د بې وزلۍ کچې په ۲۰۰۱ز کال کې د
۶۴.۳سلنه څخه په ۲۰۱۸ز کال کې ۲۱.۹سلنې ته راښکته شوي .د هیواد پرمختګ کونکی لوی اقتصاد حالت د دې المل
[]۱۷[]۱۶
وګرځېد چې د «موډي» پانګولو خدمات د پاکستان د پور لرلید باثباته حالت ته لوړ کړي.
په ۲۰۱۷ز کال کې ،د پاکستان جي ډي پي (پی پي پي) له يو تریلیون امریکایي ډالرو څخه لوړه شوه .په ۲۰۲۱ز کال کې،
اټکلي جي ډي پي ۱.۳۳تریلیون امریکايی ډالره وه .د نړیوالو توکو د بیو له لوړیدو وروسته د اوسني حساب کسر یو
له هغه ننګونو څخه دی چې د هیواد اقتصاد یې اداره کوي .د ۲۰۱۹ز کال د مۍ تر مياشتې ،د پاکستانۍ روپۍ ارزښت
په کال کې د امریکايي ډالرو په مقابل کې په سلو کې ۳۰سلنه راکم شوی دی .په ۲۰۲۰ز کال کې د نوي میلیارده
[]۱۹[]۱۸
امریکايي ډالرو تړونونو سره ،د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز دويم پړاو پيل شو.
اقتصادي تاريخ
اقتصادي رغېدنه
شاليد
د پاکستان اقتصاد د ۲۰۱۲-۲۰۰۸ز کلونو په موده کې د بې ثباتۍ او په لوړه پیمانه د بهرنيو او داخلي ضربو (زيانونو) له
امله د زيان لېدلو ځانګړتيا لرې .په هر حال ،په غیر متوقع ډول اقتصاد د ډېرو منفي پیښو پر وړاندې د څلورو کلونو
( )۲۰۰۲-۱۹۹۸دورې په اوږدو کې غزیدونکی (رغېدونکی) و:
د آسیا مالي بحران
اقتصادي بندیزونه – د «کولن پال» په وینا پر
دي[]۲۲ پاکستان تر سترګو پورې بندیزونه لږیدلي
د ۲۰۰۲-۲۰۰۱نړیواله سوړبازاري
سخته وچکالي -د پاکستان په تاریخ کې تر ټول
بده پېښه چې شاوخوا څلور کاله یې دوام وکړ
د افغانستان څځه د کډوالو په پراخ راتګ سره ،په
ګاونډي هیواد افغانستان کې د سپتمبر د
یوولسمې څخه وروسته عملیات
ترهګرۍ هم پر اقتصاد سخت اغېز کړی دی.
د سوداګرۍ لپاره د اسانتيا د راوستلو په ډلبندۍ کې ښه والی او د حکومت له خوا د پانګونې لپاره برابرې الرنقشې
په برابرولو سره ،،د موټرو د سکتور ډیر نوي لوی شرکتونه لکه د فرانسې رینالټ ،د سويلي کوریا هایونډا او کیا،
چینایی جی ډبلیو فورلینډ او د المان د موټرو لوی شرکت والکسواګین د سيمه ييزو توليدونکو لکه دیوان فاروق
موټورز ،خالد مشتاق موټرز او یونایټډ موټورز سره د ګډو شرکتونو له الرې پاکستاني بازار ته د داخلېدو په اړه فکر
[]۲۶
کوي .د ۲۰۲۲ز کال تر مارچ پورې ،یواځې د هایونډيا نیشات جی وي عملي کړای شوي دي.
د نږدې درې لسیزو له خال وروسته د متحده ایاالتو د تیلو او ګازو لوی شرکت ایکسان موبایل بیا پاکستان ته
راوګرځید او په ۲۰۱۸ز کال په مۍ مياشت کې يې د ساحلي سيمو په کيندنو کې ٪۲۵برخه تر السه کړه ،لومړيو کتنو
[]۲۷
وښوده چې د سمندر په څنډو کې د «هایدروکاربن» د لویو زیرمو د موندلو شونتيا شته.
د پاکستان د بې ثباته بهرنیو اسعارو زیرمو ته وده ورکولو لپاره ،قطر د درې میلیارده امريکايي ډالرو پانګونې او زیرمو
[]۳۰[]۲۹[]۲۸
اعالن وکړ .د ۲۰۱۹ز کال په وروستيو کې ،قطر لومړي ۵۰۰میلیونه امریکايي ډالره پاکستان ته واستول.
ونډو
د ونډو بازار
لکه چې د «سوداګرۍ اونۍ» ( )Business Weekپه نوم نړیوالې مجلې اعالن کړی ،د یوویشتمې پیړۍ په لومړیو
څلورو کلونو کې ،د پاکستان « KSE» ۱۰۰شاخص په نړې کې تر ټولو ښه د ونډو بازار شاخص و .په ۲۰۰۵ز کال کې د
نړیوال بانک له خوا په پاکستان کې فهرست شويو شرکتونو د ونډو بازار پانګونه ۵۹۳۷میلیونه امريکايي ډالره وه.
خو په ۲۰۰۸ز کال کې ،د ټولټاکنو ،نامعلومه سیاسي چاپیریال ،د هېواد په لوېدیځو پولو کې د اورپکو زیاتوالي او د
انفالسیون زیاتوالي او د جاري حساب له کسر وروسته پایله دا وه چې د کراچۍ د ونډو بازار کې د پام وړ کمښت
راغی .په پایله کې ،د پاکستان شرکتي سکتور (د سوداګرۍ برخې) په وروستیو کې په هېښونکي ډول سقوط وکړ .په
[]۳۲[]۳۱
هر حال ،بازار په ۲۰۰۹ز کال کې بیرته په پیاوړي ډول ورغېد او دغه بهير په ۲۰۱۱ز کې هم جریان درلود.
په ۲۰۱۴ز کې د ونډو بازار په نامعلومو سیمو کې راښکته شو ،ځکه چې د « »KSEشاخص معيار ۹۰۷نقطې ( )٪۳.۱ته
لوړ شو او د ۳۰۰۰۰نقطې خنډ څخه تیر شو ،څو نوې لوړې نقطې ته نږدې شي ،دا هر څه څو ورځې وروسته له هغې
منځ ته راغلل چې «موډیز» اعالن وکړ چې دوی د پنځو سترو پاکستاني بانکونو ليدلوري له منفي څخه باثباته ته نوي
کوي ،په پايله کې يې د بانکدارۍ په سکتور کې پراخه پيرودونه وشوه .د ۲۰۱۶ز د جنورۍ په يوولسمه نېټه ،د کراچۍ
د ونډو بازار ،د الهور دونډو بازاز او اسالم اباد د ونډو بازار د پاکستان ونډو بازار په نوم سره رايوځای شول ،موخه
يې دا وه چې د بازار وېشل کېدل کم کړي او د تخنیکي مهارتونو چمتو کولو لپاره اړین ستراتیژیکي شراکتونو
[]۳۴[]۳۳
راجلبولو لپاره پیاوړی حالت جوړ کړي.
د ۲۰۱۷ز کال په مۍ مياشت کې د ونډو بازار شاخصونو او تحلیلي وسایلو امریکايي چمتو کوونکو »MSCI« ،په خپل
نيم کلن شاخص بیا کتنه کې تايید کړه چې د پاکستان د ونډو بازار ( )PSXله ښه تاسيس شوي بازار څخه د مخ پر
وده بازار په توګه ډلبندي شو .د یو مخ پر ودې بازار په توګه د ونډو بازار د بيا ډلبندي کېدو په خوښۍ کې د
PSE-۱۰۰شاخص هغه مهال یو بل پړاو ته مخه کړه ،کله چې شاخص د ،۶۳۶.۹۶یا ،٪۱.۲۳زیاتوالی ثبت کړ ،څو په
۵۲۳۷۸.۸۷پای ته ورسید .په ۲۰۱۸مالي کال کې ،د ونډو بازار د تیر مالي کال په پرتله ٪۷.۱منفي وده ښودلې او په
منځني ډول ۴۷۰۰۰نقطو ته والړه .د پاکستان د ونډو بازار فعاليت په ۲۰۲۱مالي کال د پام وړ و .د ۲۰۲۰ز جوالی څخه تر
۲۰۲۱ز کال اپریل پورې موده کې ،د معياري KSE – ۱۰۰شاخص د ۳۴۸۸۹.۴۱نقطو څخه ۴۴۲۶۲.۳۵نقطو ته وده وکړه .د
پاکستان د ونډو بازار د لومړنۍ کرونا له امله د اقتصادي سقوط له الرې هم په بریالیتوب سره ځواک تر السه کړ او په
۲۰۲۰ز کال کې یې د (اسیا غوره ونډو بازار او په نړۍ کې څلورم غوره فعالیت کونکي بازار) لقب خپل کړ .د KSE-۱۰۰
شاخص په ټول کال کې مخ په بره تګ ته دوام ورکړ .په KSE-۱۰۰شاخص کې زیاتوالی له کرونا وروسته د حکومت د
لویې محرکې کڅوړې ،د مرکزي بانک مستحکمې تګالرې کچې ،په تولید کې په لویه پیمانه زیاتوالي ،په بهرنیو
حسابونو کې پرمختګ او د پاکستان د امنیت او تبادلې کمیسیون ( )SECPاو PSXله خوا وړاندې شويو اصالحاتو
[]۳۸[]۳۷[]۳۶[]۳۵
په مټ منځ ته راغلی و.
سرچينې