Professional Documents
Culture Documents
په اسلامی فقه کی د تعسف د نظریی دلایل
په اسلامی فقه کی د تعسف د نظریی دلایل
اهداء
دا لیکنه هغه چا ته ډالۍ ده چه د هیواد په پولو کی ناست او د هیواد ساتنه کوی،او د هیواد د ترقۍ او آبادۍ او
د هیوادوالو د ښه او هوسا ژوند په فکر او سوچ کی د مسافرۍ شپی او ورځی سبا کوی ،او د اسالمی نظام د بقاء
او استحکام لپاره خپل سرونه نذرانه کوی.
مننه
منن لیک
د سالم پوهنتون د رئیسه هیئت او د ماسترې بورډ او د پوهنتون د محترمو استادانو څخه ډیر منندوی یم چه
په دی سختو شرایطو کی یی د علم او تعلیم دروازی خالص ی ساتلی دی ،هللا جل جالله دی سالم پوهنتون او د
هغی استادانو ته نوره هم ترقی ورکړی ترڅو د نړیوالو پوهنتونونو سره په یو صف کی ودریږی،او د نړۍ په یادو
پوهنتونونو کی یاد ش ی.
ج
د بحث خالصه
په اسالمی فقه کی د تعسف د نظریی دالیلو په هکله لیکنه او بحث دی ،چه په یو فصل او نتیجه وړاندیزونو
فهرستونو مصادرو مراجعو او د موضوعاتو په فهرست باندی مشتمل دی ،په لومړی فصل کی دوه مبحثونه
دی چه په لومړی مبحث کی د تعسف په نظریه باندی بحث دی،چه په لومړی مطلب کی د تعسف لغوی او
اصطالحی تعریفونه شوی دی،په دویم مطلب کی د تعسف تاریخچه ،او په دریم مطلب کی د تعسف نظریه ده،
په دویم مبحث کی د تعسف د نظریی دلیلونه دی چه په لومړی مطلب کی د کتاب هللا څخه د تعسف د نظریی
دالیل ذکر شوی دی،په دویم مطلب کی په یاده نظریه د سنت څخه دالیل او په دریم مطلب کی د صحابه ،د
فقهی څخه دالیل ذکر شوی دی ،بیا په اخره کی نتیجه وړاندیز او فهرستونه او مصادر او مراجع ذکر شوی دی.
2
مقدمه
نحمده ونصلی ونسلم علی رسوله الکریم وعلی اله وصحبه اجمعین الی یوم الدین.
وبعد:
د موضوع معرفی
د تعسف د نظریی په هکله د شریعت د اسالمی فقهی څخه د اثبات دالیل ذکر شوی دی ،او د تعسف تاریخچه
یی هم بیان شوی ده چه د تعسف نظریه څومره قدامت لری،او چه دا تعسف څه معنی او مفهوم لری ،چه آیا
دا نظریه په خیرالقرون کی موجوده وه؟ او دا چه دا نظریه په قران او سنت کی دالیل لری؟ نو ګرانو لوستونکو
ته په دی هکله د کافی معلوماتو د وړاندی کولو کو ښښ شوی دی.
دموضوع اهمیت
دا موضوع ډیره د اهمیت څخه ډکه موضوع ځکه ده چه ضرر په هر وخت کی ضرر دی ،او شریعت د ضرر د
لیری کولو امر کړی دی و لو که ډیر پخوانی هم وی ،الضرر یزال و لو کان قدیما ،او هللا جل جالله فرمایی :ال
تضار والدة بولدها وال مولود له بولده . . .االیة(.)0
نو له دی کبله می وغوښتل چه دتعسف په دالیلو باندی لیکنه وکړم،او ستاس ی محترمو لوستونکو ته یی
وړاندی کړم.
اصل پوښتنی
- ۱دتعسف نظریه څه ش ی دی؟
- ۲تعسف په اسالم کی څه حکم لری؟
-۳تعسف د غرب پدیده ده که اسالم کی سابقه لری؟
مخکینی تحقیق
دتحقیق هدفونه
دتحقیق مشکالت
مشکالت خو ټول مشکالت دی ،د مصادرو نه شتون ،کمپیوتر او انترنیت ته نه الس رس ی ،او برق خو ټوله ورځ
کی سترګی هم نه را ښکاره کوی،خو د هللا جل جالله څخه به مرسته او کومک غواړو.
4
خطه (پالن)
دا صنفی بحث دی چه په یو فصل مشتمل دی ،بیا فصل په مبحثونو او مبحثونه په مطالبو باندی مشتمل دی.
لومړی فصل :تعسف
لومړی مبحث:دتعسف نظریه
لومړی مطلب :د تعسف تعریف
دویم مطلب :د تعسف تاریخچه
دریم مطلب :د تعسف نظریه
دویم مبحث :دتعسف د نظریی دلیلونه
لومړی مطلب :د کتاب هللا څخه د تعسف د نظریی دالیل
دویم مطلب :د سنت څخه دالیل
دریم مطلب :دصحابه ؤد فقه څخه دالیل
نتیجه
وړانیزونه
فهرست
مصادر او مراجع
دموضوعاتو فهرست
5
د تعسف نظریه د دریؤ کلمو څخه مرکبه ده چه یوه یی حق او نظریه او بله یی د تعسف ده ،نو هره یوه به
جال جال تعریف کړو:
حق :په لغت کی :دثبوت ،وجوب ،برخه ،د باطل نقیض ،او د هللا جل جالله د نومونو څخه یو نوم ،عدل
،اسالم ،مال ،ریښتیا ،مرګ او جزم په معنی استعمال شوی دی.
د جرم ،بیان ،مال ،دتوحید او دا ټولی معناوی ثبوت وجوب برخی او د باطل نقیض ته راجع کیږی.
او د فقهاؤ په نزد باندی حق :علماؤ دحق څو تعریفونه کړی دی چه یو یی دادی :هغه حکم چه شرعا ثابت
وی،یا دا چه حاکم مکلف خلک په مصالحو او واجباتو باندی مکلف کړی.
او د تعریفاتو څخه معلومیږی چه حق د شریعت د منشأ څخه سرچینه اخلی ،نو حقوق په اسالم کی د هللا
جل جالله ډالۍ دی ،هغه مصادرو ته یی استناد کیږی د کومو څخه چه د احکامو استنباط کیږی ،چه هغه کتاب
هللا او سنت دی،نو هیڅ حق د دلیل څخه په غیر نه موندل کیږی ،نو دحق منشأ هللا سبحانه وتعالی دی ،او په
اسالم کی هیڅ طبیعی حق نشته چه د هغی مصدر طبیعت وی یا بشری عقل وی.
د تعسف د نظریی لغوی تعریف :تعسف په لغت کی انحراف ،د معلوماتو څخه په غیر په الره تلل،بی الری
تلل،په یو کار د تدبیر او لیدلو په غیر پیل کولو ته تعسف ویل کیږی(.)0
او دا په اصل کی :چه یو مسافر بی الری او بی سرکه او د پوهی او معلوماتو څخه په غیرسفر پیل کړی،بیا
وروسته ظلم او جور ته نقل شو،او نوری معنی ګانی هم لری.
په اصطالح کی :د انسان په خپل حق کی شرعا غیر عادی تصرف كولو ته تعسف د حق په استعمال کی
ویل کیږی.
نظريه په لغت كي :د نظر څخه اخیستل شوی چه نظر :د سترګو د کس ی اړول دی د مرئی طرفته د هغه د
لیدلو لپاره .
او په اصطالح کی :د معلومو شیانو ترتیبول دی په داس ی طریقه چه هغه شیان معلوم کړی چه تر اوسه
معلوم نه وی.
او علمی نظر :د پوهه انسان حرکت دی چه د پوهی څخه پوهه حاصله کړی(.)2
تيوري،مذهب،او دافکارو مجموعی ته نظریه ویل کیږی.
: 1ابن منظور ,محمد بن مكرم بن على ،أبو الفضل ،جمال الدين ابن منظور األنصاري الرويفعى اإلفريقى
(المتوفى111 :هـ) لسان العرب ,ج 9ص,342ناشر :بيروت طبعة :الثالثة 1414 -هـ
عدد األجزاء12 :
: 3مفاتيح العلوم االنسانية ,دكتور خليل احمد خليل ص .424ط بيروت.
6
ْ َ َُ َ ََْ َ َ ْ ُ َ َ َ َُ ْ َ َ ْ ْ ُ ْ َا ُ ْ ُ
الن َس ِاء َمثنی َوثالث
لومړی – د قرانکریم څخه ( :و ِإن ِخفتم أال تق ِسطوا ِفي اليتامى فان ِكحوا ما طاب لكم ِمن ِ
ََ ْ َ ُُ َ َ ُ َ َ َ ْ ْ ُ ْ َا َ ْ ُ َ َ
اح َدة أ ْو َما َملكت أ ْي َمانك ْم)(.)2
ورباع ف ِإن ِخفتم أال تع ِدلوا فو ِ
: 1إبراهيم مصطفى ـ أحمد الزيات ـ حامد عبد القادر ـ محمد النجار,المعجم الوسيط ج 3ص ,923ناشر :دار
الدعوة,تحقيق /مجمع اللغة العربية عدد األجزاء 3 /
: 3سورت نسا{ ايت نمب (.)2
7
د دي ايت شان نزول داس ي بيان شوي دى :ام املؤمنین عائشه رض ی هللا عنها فرمایی :یتیمه به د ولی په کور
کی اوسیده،ولی به د هغی په مال او ښائست کی رغبت درلود ،غوښتل به یی چه د هغی سره د مروج مهر څخه په
کم مهر نکاح وکړی،نو د دی کار څخه منع شول ،خو مګر که پوره مهر ور کول غواړی یا دی د نورو ښځو سره
نکاح وکړی(.)0
همدغه شان بی بی عائش ی رض ی هللا عنها روایت دی فرمایی( یتیمه به به د ولی په کور کی اوسیده،نو هغه به
د مال له امله ورسره نکاح وکړه خو د هغی سره به یی بد سلوک کولو.)2() . . .
نو دی ایت په ښکاره داللت وکړو چه تعسف او ظلم منع دی.
همدا شان په حدیثو کی هم د دی معنی تائید شوی دی.
د دی ایت د شان نزول څخه ښکاره شوه چه ولی اګر چه دا حق لری د هغه چا سره نکاح وکړی څوک چه د
ده تربیت او تصرف کی ده،لکن هغه د استعمال د دی حق څخه منع شوی دی،چه حق د والیت دی ،او کله چه
ور سره یتیمه په مال کی شریکه وی ،او د ده یی په مال او جمال کی رغبت وی،او نکاح ور سره کوی،او په مهر کی
ور سره عدالت ن کوی ،نو د دی څخه منع شوی دی ،خو مګرکه په مهر کی یی د وطن د دستور او رواج مطابق
ښه سم عدالت کولو نو سمه ده،او که نه یی کولو نو بیا ور ته د نورو ښځو تر څلورو پور د نکاح کولو اجازه
ور کول شوی ده.
او ولی د والیت څخه د ظلم او بی انصافی له وجی منع کړی شوی دی.
همدی ته د حق په استعمال کی د تعسف نظریه ویل کیږی،او د ا د همدی قاعدی څخه اخستل شوی چه
وایی( :الضرر والضرار)او د دی قاعدی تطبیق دی چه وایی (:دفع املضرة مقدم علی جلب املنفعة).
که نارینه دا حق استعمال کړی او عدالت پکی نه وی،نو حق یی د الری نه بی الری کړو،او جبران به یی په عدل
باندی کیږی څومره یی چه امکان وو،ځکه نکاح خو د محبت مینی او سکون او د انسانی نسل د بقاء وغیره لپاره
جائز شوی ده،نو که ظلم او وحشت ته ورسیږی نو د کوم څه لپاره چه روا شوی ده نو د هغی څخه یی انحراف
وکړو،نو د ظلم څخه به منع کیږی او جبران به یی په عدل باندی کیږی.
َ َ ْ ُ َ َ
ون َك في َ ُ ا ُ ُ ْ ُ ْ ا َ َ ُ ْ َ ْ ْ ََ ْ َْ ُ َ
اب ِفي َيت َامى
النس ِاء ق ِل اَّلل يف ِتيكم ِف ِيهن وما يتلى عليكم ِفي ال ِكت ِ
ب :هللا جل جالله فرمایی ( :ويستفت ِ ِ
وه ان )(.)3الالتي َال ُت ْؤ ُت َوَ ُه ان َما ُكت َب َل ُه ان َو َت ْر َغ ُبو َن َأ ْن َت ْنك ُح ُ
ا َ
ِ ِ النس ِاء ِ ِ
په مدارک التنزیل کی د دی ایت په تفسیر کی راغلی دی (:یو سړی به وو یتیمه به یی ځان سره ساتلی وه او مال
به یی هم ور سره وو ،نو که ښائسته به وه نو نکاح به یی ور سره وکړه او د هغی مال به یی هم خوړلو،او که
ښائسته به نه وه نو نکاح کولو ته به یی نه پریښوده تر څو چه هغه به مړه شوه ،نو ده به یی میراث واخستو(.
وه ان ) تاسو یی د جمال له امله ور سره نکاح کوئ ،یا د نه جمال له امله یی د نکاح کولو څخه َو َت ْر َغ ُبو َن َأ ْن َت ْنك ُح ُ
ِ
ډډه کوئ.
: 1بخاری ،محمد بن إسماعيل بن إبراهيم بن المغيرة البخاري ،أبو عبد هللا ,صحيح البخاري ج 2ص 1كتاب
النكاح ,محقق :محمد زهير بن ناصر الناصر ,طبع :دار الشعب -القاهرة عدد األجزاء 9الطبعة األولى.
: 3تيره حواله .
2سورت نسا{ ايتنمبر (.)131
8
نو په دی ایت کی هم اولیاء په یتیمه باندی دتصرف منع شوی دی ،کله چه تصرف تعسف ته مفض ی کیږی،
یا د جادی څخه انحراف کوی(.)0
َ َ َ وه ان َأ ْن َي ْنك ْح َن َأ ْز َو َ
اج ُه ان ِإذا ت َراض ْوا ج :هللا جل جالله فرمایی ( :و َذا َط ال ْق ُت ُم الن َس َاء َف َب َل ْغ َن َأ َج َل ُه ان َف َال َت ْع ُ
ض ُل ُ
ِ ِ
َ ُ ْ ََْ َ ُ ْ ََ َْ ُ َ اُ َ َْ ُ ََُْ ْ َ َ َ ُ َ ُ َ ْ َ َ ُْ ْ ُْ ُ ا َ َْْ ْ َ َْ ْ َْ ْ
اَّلل واليو ِم اْل ِخ ِر ذ ِلكم أزكى لكم وأطهر واَّلل يعلم وأنتم ال وف ذ ِلك يوعظ ِب ِه من كان ِمنكم يؤ ِمن ِب ِ بين ُهم ِباملع ُر ِ
َ َ
ت ْعل ُمون)(.)2
ايت كريمه په دی داللت کوی چه مور د بچی د رضاع حق لری ،او پالر نش ی کوالی چه په دی بهانه چه زه د
والیت حق لرم او بچی د مور څخه جال کړی،کله چه مور هغه ته په مفت شیدو ورکولو باندی راض ی وی،یا په
هغه رقم چه نوری ښځی یی ورکوی راض ی وی،او ماشوم ورسره هم مینه لری،نو لکه څرنګه چه پالرته جواز نلری
چه ماشوم د مور څخه جال کړی او مور یی شیدی نه ورکوی نو بله دایه به ورته راولی ،او هغه به ورته د مور په
کور کی شیدی ورکوی.
ایت په دی صراحت لری چه پالر به مور ته د حق په استعمال سره چه په ځوی یی د والی له امله لری هغی
ته ضرر نه رسوی.
امام قرطبی وایی( :او جواز نلری چه مور هم منع وکړی د دی څخه ،سره د رغبت د هغی په شیدو ورکولو
کی ،او دا د جمهورو مفسرینو قول دی(.)3
خالصه د خبرری دا شوه چه پالر د ځوی ولی دی ،او سره د دی هم په ځوی کی دتصرف څخه منع کولی ش ی،تر
څو مور ته ضرر و نه رسیږی،ځکه د اوالد په جدایی سره مور ته تکلیف او ضرر رسیږی،او په دی خوشحاله نه
وی بچی د هغی د حضانت څخه لیری کړای ش ی ،همدغه شان بچی ته هم ضرر رسیږی ،نو پالر نش ی کوالی چه په
دی حالت کی خپل حق استعمال کړی ،ځکه په ماشوم باندی حق منوط دی په مصالحو د طفل ،ځکه مهربانه
پالر خپل ماشوم ته ضرر رسول نه خوښوی ،نو یواځی د حق استعمال مقصود نه دی.
سره د دی چه رضاع د مور حق دی ،خو دیانتا په هغی باندی په حنفی مذهب کی واجب دی،نو که ماشوم د
بلی ښځی شیدی نه خوړلی ،یا یی پالر د بلی دایی د لرلو وسع نه درلود،او داس ی څوک هم نه وو چه تبرع وکړی،نو
په دی صورت کی به مور باندی شیدی ورکول واجب دی.
نو لکه څرنګه چه پالر د تعسف څخه منع شوی دی ،همدغه شان مور هم د تعسف کولو څخه منع شوی
ده.
: 1نسفی ،أبو البركات عبد هللا بن أحمد بن محمود حافظ الدين النسفي (المتوفى117 :هـ) ج 1ص, 322حققه
وخرج أحاديثه :يوسف علي بديويناشر :دار الكلم الطيب ،بيروت طبعة :األولى 1419 ،هـ -عدد األجزاء2 :
: 3سورت البقره ايت (.)323
: 2قرطبی ،أبو عبد هللا محمد بن أحمد بن أبي بكر بن فرح األنصاري الخزرجي شمس الدين القرطبي
(المتوفى411 :هـ) ج 2ص,41محقق :د .أحمد حجازي السقا,ناشر :دار التراث العربي -القاهرة
سنة النشر:عدد األجزاء1 :
9
: 1ابن ماجه ,أبو عبد هللا محمد بن يزيد القزويني ،وماجة اسم أبيه يزيد (المتوفى312 :هـ) سنن ابن ماجه
ج3ص 184حديث نمبر()3247تحقيق :محمد فؤاد عبد الباقي,ناشر :دار إحياء الكتب العربية -عدد األجزاء.3 :
: 3سورت نسا{ ايت نمبر (.)13
: 2بخاري ,محمد بن إسماعيل أبو عبدهللا البخاري الجعفي (المتوفى324 :هـ) صحيح البخاري ج2ص129
حديث نبر (.)3291محقق :محمد زهير بن ناصر الناصرناشر :دار طوق النجاة طبعة :األولى1433 ،هـ عدد
األجزاء9 :
01
او همدغه شان د ابو داؤد روایت دی د سمره بن جندب څخه چه د هغه د یو انصاری صحابی په باغ کی څو
دانی د خرماؤ ونی ونی وی،هغه انصاری به په باغ کی کار کولو ،دکور واال به هم ورسره وه،نو جابر رض ی هللا عنه
به چه باغ ته ورتللو نو هغه ته به تکلیف وو،نو هغه انصاری تری غوښتنه وکړه چه دا خرما دی را باندی خرڅی
کړه ،هغه انکاروکړو،هغه غوښتنه وکړه چه بیا یی نو انتقال کړه ،خو هغه بیا هم انکار وکړو،انصاری صحابی
نبی ته عرض وکړو،نو نبی هغه را وغوښتلو،او ور ته یی وویل :چه خرڅی یی کړه خو هغه انکار وکړو،بیا یی تری
غوښتنه وکړه چه نقل یی کړه ،هغه انکار وکړو،بیایی ورته وویل :هبه یی کړه او ستا لپاره به دومره دومره اجر
وی ،ترغیب یی ورکړو،هغه بیا هم انکار وکړو،نو نبی ورته وویل :ته ضرر رسونکی یی ،انصاری ته یی وویل :خرما
یی ورته وکاږه(.)0
پورته حدیث داللت کوی چه د ضرر ازاله واجب ده،کوم چه د حق د استعمال څخه مینځ ته راغلی دی،او د
مصلحتونو د توفیق څخه هم انکار کوی.
ځکه پیغمبر ورته د مشکل حلول وړاندی کړل،کله د دمعاوض ی د الری کله د اجراو ثواب د الری،خو چه
کله یو هم ونه منل شو نو اخری یی دا شو چه د بیخه د ویستلو امر یی ور ته وکړو.
امام مالک رض ی هللا عنه په موطأ کی په خپل سند روایت کړی دی ،فرمایی( :ضحاک بن خلیفه یو صحابی
وو،غوښتل د محمد بن مسلمه په زمکه کی د اوبو لښتی تیر کړی،خو هغه انکار وکړو،ضحاک ورته وویل :ولی
انکار کوی دی کی خو ستا ګټه ده،لومړی به یی ته اوبه کوی ،او ضرر هم درته نشته ،خو محمد انکار وکړو،هغه
عمر رض ی هللا عنه ته عرض وکړو ،عمر رض ی هللا عنه هغه را وغوښتلواو امر یی ورته وکړوچ هغه ته اجازه
ورکړه،خو محمد بن مسلمه بیا هم انکار وکړو،نو عمر رض ی هللا عنه ورته وویل :ولی دی ورور ته اجازه نه
ورکوی،او تا ته هم ګټه رسوی،
ته به یی لومړی او وروستی اوبه کوی،او تا ته تاوان نه رسیږی،نو محمد ورته وویل :نه په هللا جل جالله قسم
کوم ،عمر رض ی هللا عنه ورته وویل :په هللا جل جالله قسم چه دا لښتی به تیری اګرچ ستا دخیټی دپاسه هم
وی،بیا یی ضحاک ته امر وکړو هغه لښتی تیر کړو(.)2
نو په دی کی په یو شخص باندی اجبار دی چه غیر ته په خپل ملکیت کی د ارتفاق لپاره ځای ورکړی ،په دی
شرط چه هغه ته ددی څخه ضرر نه وی،نو که د ملکیت څښتن ته ضرر نه وو او ګټه یی وه،او بیا یی هم منع
کولو،نو بیا خو تعسف دی،نو ګټه یی وه او منع یی کولو نو بیا خو اعلی درجه تعسف دی،ځکه چه د خپل ځان
ستاني : 1ابو داود ,أبو داود سليمان بن األشعث بن إسحاق بن بشير بن شداد بن عمرو األزدي ِّ
السَ ِّج ْ
(المتوفى312 :هـ) سنن ابي داود ج 2ص 212حديث نمبر()2424محقق :محمد محيي الدين عبد الحميد ناشر:
المكتبة العصرية ،صيدا – بيروت ,عدد األجزاء4 :
: 3موطأ مالك ,مالك بن أنس بن مالك بن عامر األصبحي المدني (المتوفى119 :هـ)موطأ ج1ص 394حديث
نمبر ()824تعليق وتحقيق :عبد الوهاب عبد اللطيف ناشر :المكتبة العلمية طبعة :الثانية ،م ِّزيدة منقحة عدد
األجزاء.1 :
00
او نورو څخه د خیر منع کوی،نو له همدی کبله امیر املؤمنین عمر رض ی هللا عنه په دی کار کی مبالغه کول،او
قسم یی وکړو چه " و هللا ليمرن به و لو على بطنك"چه هغه په دی تعسف باندی زیات انکار او خفګان ښکاره
کړو.
02
نتیجه
وړانیزونه
د ایاتونوفهرست
د حدیثونو فهرست
مخ حدیث ګڼه
1 الضرر والضرار ۱
1 یتیمه به به د ولی په کور کی اوسیده،نو هغه به د مال له امله ورسره نکاح وکړه ۲
01 یو انصاری صحابی په باغ کی څو دانی د خرماؤ ونی ونی وی،هغه انصاری به په باغ کی ۳
کار کولو
د اعالمو فهرست
مخ نوم ګڼه
۶ بي بي عائشه رض ی هللا عنها د ابو بکر صدیق لور او د مؤمنانو مور ده ۱
8 امام قرطبی أبو عبد هللا حممد بن أمحد بن أيب بكر بن فرح األنصاري اخلزرجي ۲
00 امام مالک مالك بن أنس بن مالك بن عامر األصبحي املدين (املتوىف971 :هـ) ۳
05
مصادر او مراجع
.0قرانكريم .
.3إبراهيم مصطفى ـ أحمد الزيات ـ حامد عبد القادر ـ محمد النجار,المعجم الوسيط ج 3ص ,923ناشر :
دار الدعوة,تحقيق /مجمع اللغة العربية عدد األجزاء 3 /
.2ابن ماجه ,أبو عبد هللا محمد بن يزيد القزويني ،وماجة اسم أبيه يزيد (المتوفى312 :هـ) سنن ابن
ماجه ج3ص 184حديث نمبر()3247تحقيق :محمد فؤاد عبد الباقي,ناشر :دار إحياء الكتب العربية -
: .4ابن منظور ,محمد بن مكرم بن على ،أبو الفضل ،جمال الدين ابن منظور األنصاري الرويفعى اإلفريقى
(المتوفى111 :هـ) لسان العرب ,ج 9ص,342ناشر :بيروت طبعة :الثالثة 1414 -هـ
.2عدد األجزاء12 :
ستاني السَ ِّج ْ
.4ابو داود ,أبو داود سليمان بن األشعث بن إسحاق بن بشير بن شداد بن عمرو األزدي ِّ
(المتوفى312 :هـ) سنن ابي داود ج 2ص 212حديث نمبر()2424محقق :محمد محيي الدين عبد
الحميد ناشر :المكتبة العصرية ،صيدا – بيروت ,عدد األجزاء4 :
.1بخاری ،محمد بن إسماعيل بن إبراهيم بن المغيرة البخاري ،أبو عبد هللا ,صحيح البخاري ج 2ص1
كتاب النكاح ,محقق :محمد زهير بن ناصر الناصر ,طبع :دار الشعب -القاهرة عدد األجزاء 9الطبعة
األولى.
.8قرطبی ،أبو عبد هللا محمد بن أحمد بن أبي بكر بن فرح األنصاري الخزرجي شمس الدين القرطبي
(المتوفى411 :هـ) ج 2ص,41محقق :د .أحمد حجازي السقا,ناشر :دار التراث العربي -القاهرة
.9سنة النشر:عدد األجزاء1 :
.17دكتور خليل احمد خليل مفاتيح العلوم االنساني ص .424ط بيروت.
.11موطأ مالك ,مالك بن أنس بن مالك بن عامر األصبحي المدني (المتوفى119 :هـ)موطأ ج1ص394
حديث نمبر ()824تعليق وتحقيق :عبد الوهاب عبد اللطيف ناشر :المكتبة العلمية طبعة :الثانية ،م ِّزيدة
منقحة عدد األجزاء.1 :
: 1 .13نسفی ،أبو البركات عبد هللا بن أحمد بن محمود حافظ الدين النسفي (المتوفى117 :هـ) ج1
ص, 322حققه وخرج أحاديثه :يوسف علي بديويناشر :دار الكلم الطيب ،بيروت طبعة :األولى1419 ،
هـ -عدد األجزاء2 :
06
دموضوعاتو فهرست
Contents
اهداء ....................................................................................................................................................أ
منن لیک .............................................................................................................................................ب
د بحث خالصه ......................................................................................................................................ج
مقدمه 2...................................................................................................................................................
خطه (پالن)4...........................................................................................................................................
لومړی فصل :تعسف 5...............................................................................................................................
لومړی مبحث:دتعسف نظریه 5.................................................................................................................
لومړی مطلب :د حق په استعمال کی د تعسف د نظریی تعریف 5......................................................................
دویم مطلب :د تعسف تاریخچه 6...............................................................................................................
دویم مبحث :دتعسف د نظریی دلیلونه 6...........................................................................................................
لومړی مطلب :د کتاب هللا څخه د تعسف د نظریی دالیل 6...............................................................................
دویم مطلب :د سنت څخه دالیل 9.............................................................................................................
دریم مطلب :د تعسف په نظریه د صحابه ؤد فقه څخه دالیل 01.........................................................................
نتیجه 02.................................................................................................................................................
وړانیزونه 03...........................................................................................................................................
د ایاتونوفهرست04....................................................................................................................................
مصادر او مراجع 05.................................................................................................................................
دموضوعاتو فهرست06..............................................................................................................................