اجتهاد او تقليد

You might also like

Download as pdf or txt
Download as pdf or txt
You are on page 1of 24

‫د سالم پوهنتون‬ ‫افغانستان اسالمی امارت‬

‫د فقه او قانون پوهنځی‬ ‫د لوړو زده کړو وزارت‬


‫د فقه او قانون د ماسټري پروګرام‬ ‫د علمی چارو معینیت‬

‫اجتهاد اوتقليد‬

‫طالب ‪:‬خليل الرحمن "صديقي"‬


‫سنة ‪0412‬ش موافق ‪0444‬ق‬ ‫استاد‪ :‬دكتور مصباح هللا " عبد الباقي"‬
2
‫أ‬

‫اهداء‬
‫هغه بی بضاعته طالب العلم ته چی په نشت امکاناتو یی خپل نفس ته ماته ورکړی‪،‬او‬
‫د الهی دین زده کړی ته یی غاړه ورکړی ‪ ،‬او په ګمنام حالت کی د علم زده کړه کوی‪.‬‬

‫خلیل الرحمن صدیقي‬


‫ب‬

‫مننليک‬
‫د سالم نړیوال پوهنتون د مشرتابه او استادانو او ادارې څخه نړۍ مننه چه زما په‬
‫شان نا پوهه چا ته یی هم د زده کړی زمینه برابره کړی‪،‬او دعلم اوعرفان د ډیوی رڼا‬
‫یی ورته روشانه کړی ده‪.‬‬
‫مننه‬
‫ج‬

‫د بحث خالصه‬
‫په دی بحث کی به د اجتهاد او د تقلید په هکله معلومات شریک شی‪،‬د اجتهاد‬
‫‪،‬مجتهد‪،‬تقلید ‪،‬مقلد ‪،‬په هکله به وضاحت وشی‪،‬او د اجتهاد او تقلید حکم‪،‬او د هغی اقسام‬
‫او انواع به په تفصیلی توګه ستاسی محترمو لوستونکو مخی عرض او وړاندی‬
‫شی‪،‬هیله ده د توجه وړ مو وګرځی‪.‬‬
‫‪1‬‬

‫مقدمه‬
‫الحمد هلل حمدالشاکرین والصالة والسالم علی سید االنبیاء‬
‫والمرسلین وعلی اله واصحابه الطیبین الطاهرین وسلم‬
‫تسلیما کثیرا کثیرا اما بعد‪:‬‬

‫د موضوع معرفی‬
‫په دی بحث کی به د اجتهاد اوتقلید اړوند موضوعاتو په هکله تفصیلی معلومات‪ ،‬د اجتهاد‬
‫او تقلید حکمونه او د هغی ډولونه په پوره وضاحت سره ستاسی محترمو لوستونکو حضور ته‬
‫وړاندی شی‪.‬‬

‫دموضوع اهمیت‬
‫زمونږ موجوده موضوع د دین پوری ارتباط لری‪،‬دا ځکه چه د دین زیات احکام د اجتهاد او د‬
‫مجتهدینو په ذریعه وجود ته راغلي دي‪،‬نو د اجتهاد او مجتهد همدارنګه د تقلید او مقلد‪ ،‬د مفتی‬
‫اومجتهد‪ ،‬د مفتی او مقلد پیژندل ضروری دی‪،‬دا چه د ځینو د وینا مطابق د اجتهاد دروازه تړل‬
‫شوی که خالصه ده‪،‬ځکه نو دا موضوع ډیر مهمه وه‪،‬نو ما هم قلم پورته او د لیکلو لپاره می‬
‫یی اراده وکړه‪ ،‬د هللا جل جالله څخه د توفیق او د قبولیت غوښتونکی یم‪.‬‬

‫د موضوع د غوره کولو اسباب‬


‫‪ – ۱‬په موجوده عصر کی داخبری ډیری زیاتی کیږی چه د اجتهاد دروازه خو تړل شوی ده او‬
‫نور نو نه مجتهد شته او نه خواجتهاد کیږی‪ ،‬هغه په دی معنی چه ګواکی دین نو د یو څومحدود‬
‫شمیر مسائلو څخه عبارت دی‪ ،‬او ګویا چه دا دین نو اوس زوړ شوی دی‪ ،‬او نوی عصر او‬
‫تکنالوژیکی دور لپاره کافی نه دی‪.‬‬
‫‪ -۲‬که اجتهاد او مجتهد او تقلید او اتباع وپیژندل شی نو ډیر اعتراضات چه بی دینه خلک یی د‬
‫دین په اړه کوی نو د هغی اعتراضاتو ځوابونه به نوی ځوانانو ته په الس ورشی‪.‬‬
‫‪2‬‬

‫‪ -۳‬د نبی په دور کی اجتهاد وجود درلوده او د نبی او صحابه کرامو رضی هللا عنهم څخه‬
‫فرمایلی دی چه ‪ ( :‬زما په ا ّمت کی به یو ډله خلک په حق باندی‬ ‫اجتهاد ثابت دی‪،‬او نبی‬
‫روان وی‪،‬هغوی ته به ضرر نشی رسولی‪،‬تر دی چه د هللا جل جالله امر به راشی‪ ،‬او دوی به‬
‫همداسی وی(‪.)۱‬‬
‫نو مطلب دادی چه دا د هر زمان اومکان لپاره سازګار دی‪،‬او د هر وخت او مکان لپاره په کی‬
‫مسائل موجود دی‪،‬علماء موجود دی ‪،‬د اجتهاد دروازه خالصه ده‪،‬د هر قسمه نوازلو او جدیدو‬
‫مسائلو حل شته‪،‬د ا ّمت عام مسلمانان دی خوشاله وی چه هیڅ قسم مشکل به یی مشکل نه پاتی‬
‫کیږی‪،‬او د دین د اصولو او قواعدو مطابق به د هری مسئلی حل پیداکیږی‪.‬‬

‫مخکنی تحقیق‬
‫په دی موضو کی خو زیات تحقیقات شوی دی‪:‬‬
‫‪ .۱‬عقد الجید في احكام االجتهاد والتقلید‪.‬‬
‫د شیخ احمد بن عبدالرحیم المعروف په شاه ولی هللا دهلوی متوفی ‪.۱۱۱۱‬‬
‫القول المفید فی ادلة االجتهاد والتقلید‪.‬‬
‫عالمه شوکانی الیمنی متوفی(‪.)۱۲۲۱‬‬
‫القول السدید فی بعض مسائل االجتهاد والتقلید‪.‬‬
‫فرو المتوفی(‪.)۱۱۱۱‬‬
‫شیخ محمد بن عبدالعظیم الحنفی الملقب بابن مال ّ‬

‫دتحقیق اصلی پوښتنی‬


‫اجتهاد څه شئ دی؟‬
‫آیا رسول هللا اجتهاد کړی دی؟‬
‫داجتهاد حکم څه دی؟‬

‫د تحقیق مواد او روش‬


‫په دی تحقیق کی زیات مواد د المکتبة الشاملة او انترنت څخه اخیستل شوی دی‪،‬او روش د‬
‫تحقیق دادی چه ‪:‬‬
‫‪ – ۱‬لومړی زه اصلی مصادرو او مراجعو ته لومړیتوب ورکوم‪.‬‬
‫‪ -۲‬که د نورو علماؤ کالم نقل کوم نو بیا هم اصلی مصادرو ته یی رجوع کوم‪ ،‬ځینو وختونو‬
‫کی ځینی اقوال مشرانو امامانو ته منسوب شوی وی خو کله چه د هغوی د مذهب کتابونه وپلټل‬
‫شی بیا هغه څه چه منسوب شوی وی هغسی نه وی‪.‬‬

‫‪ : ۱‬بخاری‪ :‬محمد بن إسماعیل بن إبراهیم بن المغیرة البخاري‪ ،‬أبو عبد هللا (المتوفى ‪۲52 :‬هـ) ج‪۱‬ص‪,۲۱5‬حدیث‬
‫نمبر (‪.)۱۳۱۱‬‬
‫‪3‬‬

‫‪ -۳‬کوښښ کوم چه د فروعو کتابونو ته مراجعه وکړم تر څو هغه مسائل چه د کومو اصولو‬
‫څخه استخراج شوی د هغو د کتابونو څخه نقل کړم‪.‬‬

‫دتحقیق هدفونه‬
‫‪ - ۱‬د اجتهاد په هکله هر اړخیز معلومات‪.‬‬
‫‪ -۲‬د اجتهاد او د تقلید حکم‪.‬‬
‫‪ -۳‬خپل ځان او خلکو ته صحیح معلومات وړاندی کول ترڅو ذهنونه روښانه شی‪.‬‬

‫د تحقیق مشکالت‬
‫د مصادر کمښت‪،‬کمپیوټر او انترنت ته نه الس رسئ‪ ،‬د برق مشکالت ‪،‬بیا به هم د هللا جل جالله‬
‫څخه مرسته اوکومک غواړم چه د دی مسائلو د لیکلو لپاره توفیق راکړی او راته یی اسانه کړی‪.‬‬

‫خطه‬
‫لومړی فصل‪ :‬اجتهاد‬
‫لومړی مبحث ‪ :‬اجتهاد څه ته ویل کیږی‪.‬‬
‫لومړی مطلب‪ :‬د اجتهاد تعریف‬
‫دویم مطلب‪ :‬داجتهاد انواع‬
‫دریم مطلب ‪ :‬داجتهاد حکم‬
‫دویم مبحث‪ :‬د رسول هللا په زمانه کی اجتهاد‬
‫لومړی مطلب‪ :‬رسول هللا ته د اجتهاد کولو اجازه وه‪.‬‬
‫دویم مطلب‪ :‬رسول هللا اجتهاد کړی دی‪.‬‬
‫دریم مطلب‪ :‬د رسول هللا صحابه کرامو اجتهاد کړی دی‪.‬‬
‫څلورم مطلب‪ :‬د رسول هللا په زمانه کی اجتهاد د تشریع د مصادرو څخه شمیرل کیده‪.‬‬

‫دویم فصل‪ :‬تقلید‬


‫لومړی مبحث تقلید څه شی دی‬
‫لومړی مطلب‪ :‬د تقلید تعریف اوتاریخ‬
‫دویم مطلب‪ :‬دتقلید شرعی حکم‬
‫دویم مبحث ‪ :‬د تقلید انواع‬
‫لومړی مطلب‪ :‬محمود تقلید‬
‫دویم مطلب‪ :‬مذموم تقلید‬
‫نتیجه ‪،‬وړاندیز‪،‬فهرستونه‪،‬مصادر او مراجع او د موضوعاتو فهرست‪.‬‬
‫‪4‬‬

‫لومړی فصل ‪:‬اجتهاد‬


‫لومړی مبحث ‪ :‬اجتهاد څه ته ويل کيږی‪.‬‬
‫مطلب‪ :‬د اجتهاد تعريف‬ ‫لومړی‬
‫اجتهاد په لغت کی‪ :‬ابن االثیر وایي‪ :‬د یو کار په طلب کی خپل پوره کوښښ کول دی(‪.)۱‬‬
‫اوعالمه مناوي وایي اجتهاد‪ :‬په لغت کی د مقصود په طلب کی تر اخره کوښښ کولو ته ویل‬
‫کیږی(‪.)۲‬‬
‫اوعالمه كفوي وایي‪ :‬اجتهاد په لغت کی افتعال د جهد یجهد چه کله ستړی شی‪،‬او د افتعال په‬
‫باب کی د تکلف خاصیت موجود وی‪،‬په دی معنی چه د مقصود په حاصلولو کی پوره ځان ستړی‬
‫کولو ته اجتهاد ویل کیږی(‪.)۳‬‬
‫او د فقهاؤ په اصطالح کی‪ :‬عالمه سیوطی لیکلی دی‪ :‬اجتهاد د شرعی احکامو په موندلو‬
‫کی پوره کوښښ کول دی(‪.)4‬‬
‫او عالمه جرجاني اجتهاد داسي تعریفوي‪ :‬دفقیه لپاره د شرعی حکم د ظن او د مقصود د‬
‫حصول لپاره خپل پوره کوښښ کولو ته اجتهاد ویل کیږی(‪.)5‬‬

‫دويم مطلب‪ :‬داجتهاد ډولونه اوشرطونه‬


‫اجتهاد په دوه ډوله دی ‪:‬‬
‫‪ – ۱‬تام‬
‫‪ -۲‬ناقص‬

‫‪ : ۱‬ابن االثیر‪ ،‬مجد الدين أبو السعادات املبارك بن محمد بن محمد بن محمد ابن عبد الكريم الشيباني ابن األثير (املتوفى‪:‬‬
‫‪606‬هـ) ‪ ,‬النهایة فی غریب الحدیث ج‪ ۱‬ص‪ ،۹۱۳‬ناشر‪ :‬املكتبة العلمية ‪ -‬بيروت‪9911 ،‬هـ ‪ -‬تحقيق‪ :‬طاهر أحمد الزاوى ‪ -‬عدد‬
‫األجزاء‪.5 :‬‬
‫‪ : ۲‬المناوي‪ ,‬زين الدين محمد املدعو بعبد الرؤوف بن تاج العارفين بن علي بن زين العابدين الحدادي ثم املناوي القاهري‬
‫(املتوفى‪9099 :‬هـ) التوقیف علی مهمات التعاریف ج‪ ۱‬ص‪،۳۳‬ناشر‪ :‬عالم الكتب ‪ 93‬عبد الخالق ثروت‪-‬القاهرة طبعة‪:‬‬
‫األولى‪9190 ،‬هـ‪9110-‬م عدد األجزاء‪9 :‬‬
‫‪ : ۳‬کفوی ‪ ،‬أيوب بن موس ى الحسيني القريمي الكفوي‪ ،‬أبو البقاء الحنفي (املتوفى‪9011 :‬هـ) الكليات ج‪ 9‬ص‪,11‬محقق‪ :‬عدنان‬
‫درويش ‪ -‬محمد املصري ناشر‪ :‬بيروت عدد األجزاء‪9 :‬‬
‫‪ : 4‬سیوطی ‪ ،‬عبد الرحمن بن أبي بكر‪ ،‬جالل الدين السيوطي (املتوفى‪199 :‬هـ) معجم مقاليد العلوم في الحدود والرسوم‪,‬‬
‫ج‪ 9‬ص‪,66‬محقق‪ :‬أ‪ .‬د محمد إبراهيم عبادة ناشر‪ :‬مصرطبعة‪ :‬األولى‪9141 ،‬هـ عدد األجزاء‪9 :‬‬
‫‪ : 5‬جرجاني‪ ,‬علي بن محمد بن علي الجرجاني‪ ,‬التعريفات ج‪ 9‬ص‪,49‬ناشر ‪ :‬دار الكتاب العربي – بيروت طبعة األولى ‪،‬‬
‫‪9105‬تحقيق ‪ :‬إبراهيم األبياري عدد األجزاء ‪9 :‬‬
‫‪5‬‬

‫تام اجتهاد ‪ :‬دا هغه اجتهاد دی چه مجتهد خپل نظری قوت پوره وکاروی تر دی چه لیدونکی‬
‫د خپل ځان سره دا احساس وکړی چه نور نو د زیات طلب څخه عاجز پاتی دی‪.‬‬
‫ناقص اجتهاد ‪ :‬د شرعی احکامو په پیژندلو کی یواځی یو نظر کول دی(‪.)۱‬‬

‫د اجتهاد شرطونه‬
‫شیخ علي بن نایف الشحود لیکلی‪:‬‬
‫په مجتهد کی چه کوم شرطونه الزم دی د هغی لنډیز داسی دی‪:‬‬
‫لومړی شرط ‪ :‬اسالم دی‪.‬‬
‫دویم شرط ‪ :‬عقل دی‪.‬‬
‫دریم شرط ‪ :‬بلوغ دی ‪ ،‬ځکه د صبی په خبر او شهادت اعتماد نه کیږی نو په اجتهاد به یی څه‬
‫اعتماد وشی‪.‬‬
‫څلورم شرط ‪ :‬د احکامو په آیاتونو باندی پوهه ولری‪ ،‬چه هغه پنځه سوه ایاتونه دی‪.‬‬
‫پنځم شرط ‪ :‬د احکامو متعلق په احادیثو باندی علم لرل‪.‬‬
‫شپږم شرط ‪ :‬د اجماع او د خالف د مواقعو پیژندل‪.‬‬
‫اووم شرط ‪ :‬د قیاس پیژندل‪ ،‬ځکه که قیاس ونه پیژنی نو د احکامو استنباط ممکن نه دی‪.‬‬
‫اتم شرط ‪ :‬د عربو په ژبه پوهیدل‪،‬لکه صریح ‪،‬ظاهر‪ ،‬مجمل‪،‬مبین‪،‬عام ‪،‬خاص‪ ،‬حقیقت ‪،‬مجاز‪،‬او‬
‫داسی نور‪.‬‬
‫نهم شرط ‪ :‬د ناسخ او منسو پیژندل‪.‬‬
‫لسم شرط ‪ :‬د راویانو د حاالتو پیژندل چه قوی دی او که ضعیف ‪،‬او دصحیح اوفاسد او مقبول‬
‫اومردود پیژندل‪.‬‬
‫یوولسم شرط ‪ :‬چه ملکه ولری چه وکوالی شی د هغی په واسطه د احکامو استنباط وکړایشی‪.‬‬
‫دولسم شرط ‪ :‬عدالت ‪،‬ځکه د فاسق اجتهاد قبول نه دی‪.‬‬
‫دیارلسم شرط ‪ :‬چه د احکامو په مدارکو علم ولری‪ ،‬چه هغه دادی ‪:‬کتاب سنت اجماع قیاس‬
‫استصحاب ‪،‬او د شریعت په مقاصدو علم ولری‪،‬اسباب دنزول ‪،‬مواقع د اجماع اوخالف‪،‬او صحیح‬
‫اوضعیف حدیث وپیژنی‪.‬‬
‫څوارلسم شرط ‪ :‬چه عام خاص‪،‬مطلق مقید‪،‬نص ظاهر‪ ،‬مؤول مجمل‪،‬مبین‪ ،‬منطوق مفهوم‪،‬محکم‬
‫متشابه‪ ،‬امر نهی‪ ،‬مقاصد دخطاب او د الفاظو داللت وپیژنی‪.‬‬
‫پنځلسم شرط ‪ :‬چه مجتهد خپل اجتهاد دلیل ته منسوب کړی‪.‬‬
‫‪۲‬‬
‫شپاړسم شرط ‪ :‬چه مجتهد د واقعی څخه خبر وی‪،‬او د نازلی په احوالو باندی خبر وی( )‪.‬‬

‫‪ : ۱‬ابن قدامه ‪ ,‬عبد هللا بن أحمد بن محمد بن قدامة الجماعيلي املقدس ي ثم الدمشقي الحنبلي‪.‬متوفي (‪ 640 - 519‬هـ‪،‬‬
‫‪)9916‬روضة الناظر وجنة املناظر‪,‬ج ‪4‬ص‪,991‬ناشر موسسة الريان‪.‬طبعه دوم‪.‬‬
‫‪ : ۲‬الزركشي ‪ ,‬بو عبد هللا بدر الدين محمد بن عبد هللا بن بهادر الزركش ي (املتوفى‪611 :‬هـ) البحراملحيط ‪,‬ج‪ 3‬ص‪,441‬ناشر‪:‬‬
‫دار الكتبي‪,‬طبعة‪ :‬األولى‪9191 ،‬هـ ‪ -‬عدد األجزاء‪3 :‬‬
‫‪6‬‬

‫دريم مطلب ‪ :‬داجتهاد حکم‬


‫د اجتهاد حکم په دری قسمه دی‪:‬‬
‫‪ – ۱‬فرض عین‬
‫‪ -۲‬فرض کفائی‬
‫‪ -۳‬مستحب‬
‫په هغه وخت کی فرض عین دی چه یوه نازله(نوی واقعه)پیښه شی‪،‬او هلته بل داسی څوک‬
‫نه وی چه هغه ورته رسیده ګی وکړایشی‪،‬مګر یو مجتهد وی نو په دی حالت کی اجتهاد فرض‬
‫عین دی‪.‬‬
‫او کله چه یو واقعه پیښه شی او هلته داسی څوک وی چه هغه ورته رسیده ګی وکړایشی ‪،‬نو‬
‫هلته بیا اجتهاد فرض کفایی دی‪.‬‬
‫‪۱‬‬
‫او چه واقعه نه وی پیښه شوی نو بیا مستحب او مند وب دی( )‪.‬‬

‫په زمانه کی اجتهاد‬ ‫دويم مبحث‪ :‬د رسول هللا‬


‫ته د اجتهاد کولو اجازه وه‪.‬‬ ‫لومړی مطلب‪ :‬رسول هللا‬
‫ته د اجتهاد کولو اجازه ورکول شوی وه‪،‬او په‬ ‫د علماؤ په نزد راجح قول دادی چه نبی‬
‫خپلو ملګرو ته هم د اجتهاد کولو‬ ‫په ځینو قضایاؤ کی اجتهاد کړی دی‪،‬او نبی‬ ‫خپله نبی‬
‫اجازه ورکړی وه‪،‬او صحابه کرامو د رسول هللا په زمانه کی اجتهاد کړی دی‪ ،‬عالمه آمدی په‬
‫االحکام في اصول االحكام كي ذکر کړی دی‪ ،‬هللا جل جالله فرمایی‪:‬وشاورهم فی االمر)(‪ )۲‬مشاوره‬
‫په هغه کار کی کیږی چه په هغی کی د اجتهاد په طریقه حکم کیږی‪،‬او د وحی په طریقه پکی‬
‫حکم نه کیږی‪،‬او بیا یی څو مثالونه ذکر کړی دی(‪، )۳‬لکه د مثال په طور‪:‬دتبوک په غزا کی یی‬
‫معذورو کسانو ته اجازه ورکړی وه‪،‬چه هغوی راغلی وه او جهاد ته د نه تللو اجازه یی غوښته‪،‬بیا‬
‫ْ‬ ‫ُ‬ ‫ه‬ ‫ْ‬ ‫هُ ْ‬
‫اَّلل عنك ِلم أ ِذنت ل ُه ْم ح هتى يتب هين لك ال ِذين صدقوا وت ْعلم الك ِاذ ِبين‬ ‫وحی راغله هللا جل جالله وفرمایل‪ :‬عفا‬
‫(‪.)4‬‬
‫نبی چه کومه اجازه معذورینو ته وه هغه په اجتهاد وه‪.‬‬

‫الس ْماللي (املتوفى‪311 :‬هـ)‪,‬رفع النقاب عن تنقيح‬ ‫ْ‬


‫‪ِ : ۱‬سماللي‪ ,‬أبو عبد هللا الحسين بن علي بن طلحة الرجراجي ثم الشوشاوي ِ‬
‫الشهاب ج‪6‬ص‪ 99‬ناشر سعودي عرب الطبعة‪ :‬األولى‪ 9145 ،‬هـ ‪-‬عدد األجزاء‪ 6 :‬د سیف الدین االمدی په حواله خو ما ونه‬
‫مونده‪.‬‬
‫‪: ۲‬سورت العمران ایت نمبر (‪.)۱۲۱‬‬
‫‪ : ۳‬األمدي‪ ,‬أبو الحسن سيد الدين علي بن أبي علي بن محمد بن سالم الثعلبي اآلمدي (املتوفى‪699 :‬هـ) االحكام في اصول‬
‫االحكام ج‪ 1‬ص‪.966‬املحقق‪ :‬عبد الرزاق عفيفي‪,‬ناشر‪ ،:‬بيروت‪ -‬دمشق‪ -‬لبنان عدد األجزاء‪1 :‬‬
‫‪: 4‬سورت التوبه ایت نمبر (‪.)۴۴‬‬
‫‪7‬‬

‫دبدر د بندیانو په قضیه کی چه فدیه اخستل شوی وه نو هغه هم په اجتهاد وه‪ ،‬چه بیا عتاب‬
‫اَّلل ُير ُيد ْاآلخرة و ه ُ‬
‫اَّلل ع ِز ٌيز‬ ‫راغی‪ :‬ما كان لنبي أ ْن ي ُكون ل ُه أ ْسرى ح هتى ُي ْثخن في ْاأل ْ ض ُتر ُيدون عرض ُّ‬
‫الد ْنيا و ه ُ‬
‫ِ‬ ‫ِ‬ ‫ِ ِ ر ِ ِ‬ ‫ِ ِ ٍّ‬
‫ح ِك ٌ‬
‫يم)(‪.)۱‬‬
‫اوداسی نور ډیر مثالونه دی چه دکتور مصطفی سعید په خپل کتاب اثراالختالف فی القواعد‬
‫االصولیة فی اختالف الفقهاء کی ذکر کړی دی(‪.)۲‬‬

‫اجتهاد کړی دی‪.‬‬ ‫دويم مطلب‪ :‬رسول هللا‬


‫بلي رسول هللا اجتهاد کړی دی‪،‬لکه په دویم مطلب کی مو یادونه وکړه چه د بدر د بندیانوفدیه‬
‫‪ ،‬د مکی د فتح په ورځ د اذخر استثناء‪ ،‬دتبوک په غزا کی معذوروکسانو ته اجازه ورکول‪،‬یوه‬
‫ښځه چه د جهینه قبیلی نبی ته راغله او د مور د حج باره کی یی پوښتنه وکړه(‪.)۳‬‬
‫او خلكو رسول هللا ته عرض وکړو چه مالدارو خلکو اجرونه تر السه کړه د حدیث تر اخره‬
‫پوری(‪.)4‬‬
‫نو په پایله کی ویلو شو چه بلی نبي اجتهاد کړی دی‪.‬‬

‫په زمانه کی اجتهاد د تشريع د مصادرو څخه شميرل‬ ‫دريم مطلب‪ :‬د رسول هللا‬
‫کيده‪.‬‬

‫څرنګه چه مو په مخکنیو مطلبونو کی واضحه کړه چه نبی په خپله هم اجتهاد کړی وو‪،‬او‬
‫صحابه کرامو رضی هللا عنهم ته یی هم د اجتهاد اجازه ورکړی وه‪ ،‬او هغوی هم اجتهاد کړی‬
‫وو‪ ،‬خو آیا د نبی په زمانه کی اجتهاد د تشریع د مصادرو څخه شمیرل کیده ؟‬
‫اجتهاد وحی ته راجع وو‪،‬ځکه چه د نبی‬ ‫نو په دی هکله باید واضح کړو چه د نبی‬
‫اجتهاد که د حق سره موافق وو نو وحی د هغی تائید کولو‪،‬او که داسی به نه وو نو وحی به هغه‬
‫د اجتهاد مآل وحی ته وو تقریرا ً اوتغییراً‪،‬او د هغه په ژوند د‬ ‫حق ته متوجه کولو‪،‬نو د نبی‬
‫ته واپس کولی شو‪،‬نو یا خو به یی ورباندی تقریر(تأئید)‬ ‫صحابه کرامو اجتهاد رسول هللا‬
‫وکړو‪،‬نو بیا یی هم رجع کتاب اوسنت ته کیده‪،‬او یا به یی رد کړو نو لغوه به شو‪.‬‬
‫نو خالصه د خبری دا شوه ‪:‬‬
‫‪ -۱‬د رسول هللا په زمانه کی د مسلمانانو مرجع کتاب هللا او سنت ته وه‪.‬‬

‫‪ : ۱‬سورت االنفال ایت نمبر (‪.)۱۱‬‬


‫‪ : ۲‬دکتور مصطفی سعید الخن ‪،‬اثراالختالف فی القواعد االصولیة فی اختالف الفقهاء ج‪ .)2۲-2۲( 1‬پی دی‬
‫ایف‪.‬‬
‫‪: ۳‬صحیح البخاری ‪,‬ج‪۱‬ص‪ ۳۱‬حدیث نمبر(‪.)۱۳5۲‬‬
‫‪ : 4‬قشیري ‪ ,‬مسلم بن الحجاج أبو الحسن القشيري النيسابوري (املتوفى ‪469 :‬هـ)صحيح مسلم ج‪ 4‬ص‪ 16‬حديث‬
‫نمبر(‪.)9965‬ناشر بيروت ‪ ,‬عدد اجزاء ‪.3‬‬
‫‪۲‬‬

‫‪ -۲‬رسول هللا وفات شو او کتاب هللا په سینو کی محفوظ او لیکلی شوی وو‪،‬او سنت په سینو‬
‫کی محفوظ او ځینی یی لیکلی وو‪.‬‬
‫‪ -۳‬صحابه کرامو رضی هللا عنهم به د رسول هللا څخه د ضروری شیانو پوښتنه کوله‪.‬‬
‫‪ -۴‬دا سمه ده چه د رسول هللا او د صحابه کرامو څخه اجتهاد واقع شوی دی‪،‬خو د دی سره‬
‫په ژوند کی اجتهاد د شریعت د اساسی مصادرو څخه نه شمیرل‬ ‫سره بیا هم د رسول هللا‬
‫کیدلو‪،‬مګر په ډیره کمه اندازه ‪.‬‬
‫‪ -۲‬دا چه د رسول هللا په وخت کی د تشریع مصدر یواځی وحی وه چه هغه د کتاب او سنت‬
‫په شکل کی وه‪ ،‬نو په احکامو کی د اختالف پیدا کیدلو هیڅ مجال موجود نه وو‪ ،‬او که بیا به هم‬
‫د نظرونو د اختالف له کبله واقع شو‪،‬نو ډیر زر به هغه اختالف ختم شو‪ ،‬لکه د ابوسعید الخدری‬
‫رضی هللا عنه حدیث چه ابو داؤد او نسائی روایت کړی دی ‪ :‬دوه کسان چه په سفر تللی وه او‬
‫اوبه ورسره نه وی‪،‬نو دواړو تیمم ووهلو‪،‬او بیا یی په وخت کی اوبه وموندلی‪ ،‬نو یو نفر پکی‬
‫اودس او لمونځ دواړه را وګرځول‪،‬او هغه بل را و نه ګرځول‪،‬بیا رسول هللا ته راغلل او واقعه‬
‫یی ورته یاده کړه‪.)۱(.....‬‬

‫الس ِج ْستاني (متوفى ‪465 :‬هـ) سنن ابي داود ج‪9‬ص‪999‬ناشر ‪ :‬ـ بيروت‪.‬‬
‫‪ :‬سجستاني‪ ,‬أبو داود سليمان بن األشعث ِ‬ ‫‪۱‬‬
‫‪۲‬‬

‫دويم فصل‪ :‬تقليد‬


‫لومړی مبحث تقليد څه شی دی‬
‫لومړی مطلب‪ :‬د تقليد تعريف‬
‫تقلید په لغت کی‪ :‬په غاړه کی هار(امیل)اچولوته ویل کیږی‪.‬‬
‫او په اصطالح کی‪ :‬د دلیل د معلومولو څخه په غیر د بل په وینا عمل کولو ته تقلید ویل‬
‫کیږی(‪،)۱‬لکه یو څوک د سر ځینی برخه مسحه کړی او د امام شافعی تقلید وکړی‪،‬او ځینی په‬
‫لمانځه کی د امام پسی فاتحه پریږدی او د امام ابوحنیفه تقلید وکړی(‪.)۲‬‬

‫دتقلید تاریخ‪:‬‬
‫عالمه شوكاني وایي‪ :‬كله چه خیرالقرون ختم شو دهغي څخه وروسته تقلید مینځ ته راغی‪،‬او‬
‫دا چه خلک د څلورو مذهبونو مقلدین شول نو دا د څلورو امامانو د زمانی د تیریدلو څخه وروسته‬
‫رامینځته شو‪،‬هغوی د خپلو په شان د چا تقلید نه کولو‪،‬اونه یی دی کار ته توجه کوله(‪.)۳‬‬

‫دتقليد او اتباع توپير‬


‫علماء وایی‪ :‬تقلید او اتباع سره توپیر لری؛ځکه تقلید د دلیل څخه په غیر د بل چا خبره منل‬
‫دی لکه مخکی چه تیر شو‪ ،‬او اتباع داده‪ :‬چه تابع د متبوع په الره روان شی‪،‬او حکم د دلیل‬
‫څخه په هغه طریقه اخلی په کومه طریقه چه یی متبوع اخستی وی‪،‬نو دا تابعداری د هغه دلیل‬
‫شوه چه هغه ته واضح شوی وی‪ ،‬دا د هغه تقلید خالف دی کوم چه د دلیل او د هغه په معنی د‬
‫پوهیدو څخه پرته د یو شخص په وینا باندی عمل کوی(‪.)4‬‬

‫‪ : ۱‬ابن قىدامة‪ ,‬عبد هللا بن أحمد بن قدامة املقدس ي أبو محمد سنة الوالدة ‪ /519‬سنة الوفاة ‪ 640‬روضة الناظر‪-‬‬
‫‪۱‬ص‪,۳۳۲‬تحقيق د‪ .‬عبد العزيز عبد الرحمن السعيدناشر جامعة اإلمام محمد بن سعودسنة النشر ‪9911‬مكان النشر‬
‫الرياض عدد األجزاء ‪.9‬‬
‫‪ : ۲‬زحیلي‪ ,‬د وهبة بن مصطفى الزحيلي‪,‬اصول الفقه االسالمي‪9-,‬ص‪ ,9940‬پی دی ایف‪.‬‬
‫‪: ۳‬شوکانی‪ ،‬محمد بن علي بن محمد الشوكاني سنة الوالدة ‪ /9969‬سنة الوفاة ‪ ,9455‬ج‪9‬ص‪ ,93‬تحقيق عبد الرحمن عبد‬
‫الخالق ناشر دار القلم سنة النشر ‪9916‬مكان النشر الكويت عدد األجزاء ‪9‬‬
‫‪ : 4‬سابقه مرجع ‪,‬ج‪۱‬ص‪.۳۱‬‬
‫‪11‬‬

‫دويم مطلب‪ :‬د تقليد شرعی حکم‬


‫د تقلید په هکله دوه نظرونه موجود دی ‪:‬‬
‫لومړی نظر ‪ :‬دعقیدی په مسائلو کی له د هللا جل جالله او د هغه دصفاتو اوتوحید او د نبوت د‬
‫دالیلو پیژندل‪،‬او د دی پوری مربوط مسایل لکه اخالق ‪،‬او نور د دین ضروری مسائل اوشرعی‬
‫تکالیف‪،‬عبادات معامالت عقوبات محرمات لکه د اسالم پنځه بناوی‪ ،‬او دسود او د زنا حرمت ‪،‬او‬
‫د بیعی او دنکاح حالل والی اوداسی نور‪،‬کوم چه په قطعی طور ثابت دی‪ ،‬نو د جمهورو علماؤ‬
‫په نزد په دی کی تقلید کول جائز نه دی‪.‬‬

‫دویم نظر‪ :‬عبیدهللا بن حسن العنبری او حشویه (مجسمه) اوتعلیمیه(باطنیه) وایی‪:‬تقلید جائز دی‪.‬‬
‫او ځینی وایی‪:‬تقلید واجب دی‪ ،‬او نظر او اجتهاد پکی حرام دی(‪.)۱‬‬

‫د جمهورو علماؤ داليل‪:‬‬


‫لومړی‪ :‬نظر واجب دی ‪ ،‬او په تقلید کی د واجبو ترک دی‪،‬او دا کار جواز نلری‪ ،‬دا چه نظر‬
‫ه‬ ‫ْ‬
‫ض واخ ِتال ِف الل ْي ِل‬ ‫السماو ِ ْ ْ‬
‫ولی واجب دی نو دلیل یی دادی‪ :‬کله چه دا ایت (إ هن في خ ْلق ه‬
‫ات واألر ِ‬ ‫ِ‬ ‫ِ ِ‬
‫‪۲‬‬
‫النه ِار)االیة ‪...‬نبی وفرمایل‪ :‬هغه څوک دی هالک شی چه دا ولولی او فکر په کی ونکړی( )‪.‬‬ ‫و ه‬
‫نو دا داللت کوی چه نظر اوفکر واجب دی‪.‬‬
‫دویم ‪ :‬د ټول ا ّمت اجماع ده چه د هللا جل جالله معرفت واجب دی‪ ،‬او کوم شیان چه جائز دی‬
‫او کوم چه نا جائز دی ‪،‬او دا په تقلید نه حاصلیږی‪ ،‬ځکه د مقلد سره خو خپله خبره نه وی ‪،‬او‬
‫په دی هم نه پوهیږی چه دا صحیح دی که غلط‪.‬‬

‫د تقليد مجوزين نور داليل بيانوی‪:‬‬


‫لومړی‪ -‬که نظر واجب وی ‪ ،‬نو صحابه کرامو به کړی وای او هغوی ته به یی امر شوی وو‪،‬‬
‫خو مګر هغوی ونکړو ‪،‬او که کړی یی وای نو نقل به وو‪ ،‬لکه څرنګه چه په فرعی فقهی مسایلو‬
‫کی تری نظر نقل شوی دی‪.‬‬

‫‪: ۱‬غزالي‪ ,‬االمام أبي حامد محمد بن محمد بن محمد الغزالي املتوفي سنة ‪ 505‬ه املستصفي في علم االصول ج‪ 4‬ص‪,496‬طبعه‬
‫وصححه محمد عبد السالم عبد الشافي‪,‬دار الكتب العلمية بيروت – لبنان‪.‬‬
‫ُ‬
‫‪ ۲‬ابن حبان ‪ ,‬محمد بن حبان بن أحمد بن حبان بن معاذ بن م ْعبد‪ ،‬التميمي‪ ،‬أبو حاتم‪ ،‬الدارمي‪ ،‬البستي (املتوفى‪951 :‬هـ)‬
‫صحيح ابن حبان ج‪ 4‬ص‪ 936‬حديث نمبر(‪)640‬محقق‪ :‬شعيب األرنؤوط ناشر‪ :‬مؤسسة الرسالة – بيروت طبعة‪ :‬الثانية‪9191 ،‬‬
‫‪9119 -‬‬
‫عدد األجزاء‪ 96( 93 :‬جزء ومجلد فهارس)‬
‫‪11‬‬

‫د دی ځواب دادی چه دا خو نه منل کیږی چه هغوی نظر نه دی کړی‪ ،‬هغوی چه عقاید پیژندل‬
‫نو په دلیل یی پیژندل‪ ،‬او دا چه د هغوی سره داسی حلقات موجود نه وه نو د هغوی خو ذهنونه‬
‫صفء وه‪،‬او د فهم په سلیقه یی اعتماد وو‪،‬او د وحی مشاهده یی کوله‪.‬‬
‫همدا رنګه دا هم نه منل کیږی چه هغوی ته د نظر کولو امر نه وو شوی‪ ،‬ځکه د نظر حدا‬
‫مراد نه دی چه مسایل دی دی دمنطق په قواعدو او د معرفت په شکلونو ولیکل شی‪ ،‬بلکه‬
‫اطمینان حاصلول یی کافی وو‪ ،‬او که څوک عامو خلکو ته غوږ شی نو د هغوی د عقیدی په‬
‫صحت به ډیر دالیل ومومی کوم چه د واقعاتو او مشاهداتو څخه معلومیږی‪ ،‬تر دی چه په ایمانیتو‬
‫کی به هیڅ مقلد پیدا نکړی؛ ځکه کایناتو محسوسات او تقلبات داسی څټک دلیل ور کوی چه‬
‫خالق او مبدع موجود دی‪،‬په داسی اندازه چه ډیر عوام داسی شته چه ایمان د هغوی په زړونو‬
‫لکه د مضبوطو غرونو په شان وجود لری‪.‬‬
‫دویم –که د هللا جل جالله په معرفت کی نظر واجب شی نو دور به الزم شی‪ ،‬ځکه وجوب د‬
‫نظر به متوقف شی به معرفت د هللا جل جالله باندی‪،‬او د هللا جل جالله معرفتب هغه په نظر متوقف‬
‫شی‪.‬‬
‫ځواب یی دادی – ځکه د شرعی نظر وجوب د هللا جل جالله په معرفت باندی لږ څه متوقف‬
‫دی‪ ،‬او د هللا جل جالله معرفت په نظر باندی په پوره توګه متوقف دی‪ ،‬نو هغه معرفت چه د نظر‬
‫وجوب ور باندی متوقف دی هغه د هغه معرفت څخه جال دی کوم چه د نظر له وجوب څخه را‬
‫مینځته کیږی‪.‬‬
‫خالصه دا شوه ‪ :‬چه په عقایدو کی تقلید دا بی شکه چه د علم طریقه نه ده‪،‬ځکه داعتقاداتو‬
‫په باب کی د علم څخه مراد ‪ :‬اعتقاد جازم دی چه د واقعی مطابق وی او د دلیل سره یو ځای‬
‫وی‪ ،‬او تقلید په هغی کی فا ئده نه کوی‪،‬ځکه چه تقلید خو د دلیل څخه په غیر د بل چا خبره منل‬
‫دی (‪.)۱‬‬

‫او کوم خلک چه تقلید ته واجب وایی‪،‬او نظر ته حرام وایی‪ :‬نو هغوی په دوه دلیلونو باندی‬
‫استدالل کوی‪:‬‬
‫لومړی – نظر خو په شبهاتو او په ګمراهیو کی د اخته کیدلو باعث ګرځی‪،‬په خاف د تقلید‪ ،‬او دا‬
‫تقلید خو د وهمونو او د ګمراهیو څخه د امن الره ده‪ ،‬نو هغه الره چه سالمتیا ته نږدی وی هغه‬
‫خو بهتره ده‪،‬نو په هغی باندی تلل واجب دی‪.‬‬
‫ځواب دادی‪ :‬چه په نظر کی د کوم شی څخه ویره موجود ده هغه ویره په تقلید کی هم الزمی‬
‫ده‪ ،‬نو دا دلیل د هغه په مثل معارض شو‪ ،‬په دی دلیل چه هللا جل جالله خلک د پالرانو د تقلید‬
‫ه‬
‫څخه منع کړی دی‪ ،‬او د هغوی د وینا مذمت یی کړی دی‪،‬هللا جل جالله فرمایی‪ِ ( :‬إنا وج ْدنا آباءنا‬
‫ْ‬ ‫ه‬ ‫ُ‬
‫على أ هم ٍّة و ِإنا على آث ِار ِه ْم ُمقت ُدون)(‪.)۲‬‬

‫او همدارنګه هغه نظر چه شکوک اوشبهات پیدا کوی هغه فاسد نظر دی‪ ،‬او صحیح نظر د‬
‫دی هر څه څخه په امن دی(‪.)۳‬‬

‫‪ :‬المستصفي د امام غزالي دي وكتل شي ‪,‬ج‪ ۲‬ص‪.42۳‬‬ ‫‪۱‬‬

‫‪ :‬سورت زخرف ایة نمبر(‪.)۲۳‬‬ ‫‪۲‬‬

‫‪ :‬المستصفي ج‪ ۱‬ص‪ .۳۱۲‬المكتبة الشاملة‪.‬‬ ‫‪۳‬‬


‫‪12‬‬

‫په فروعی مسائلو کی تقليد‪:‬‬


‫په دی کی دعلماؤ اختالف دی چه په الندی ډول وړاندی کیږی‪:‬‬

‫لومړی – ظاهریه معتزله او یوه ډله امامیه وایی‪ :‬اجتهاد الزم دی ‪،‬او تقلید جائز نه دی‪ ،‬نو په‬
‫هر مکلف باندی الزم دی چه په دینی اموراتو کی د خپل ځان لپاره اجتهاد وکړی‪ ،‬او په خپل‬
‫اجتهاد باندی عمل وکړی(‪.)۱‬‬

‫دویم – حشویه او تعلیمیه وایی‪ :‬نظر او اجتهاد ج‪۲‬ائز نه دی ‪ ،‬او د مجتهدینو امامانو د زمانی‬
‫څخه وروسته تقلید واجب دی(‪.)۳‬‬

‫دریم – په دی مذهب کی تفصیل دی‪ ،‬هغه دا چه اجتهاد ممنوع نه دی‪،‬او په مجتهد باندی تقلید‬
‫حرام دی‪ ،‬او په عامو خلکو په کومو خلکو کی چه د اجتهاد اهلیت نه وی اګر که عالم هم وی‬
‫واجب دی(‪.)4‬‬
‫همدا مذهب ډیرو محقیقینو علماؤ غوره کړی دی په الندی دالیلو‪:‬‬
‫ْ ْ ُ ُْ‬
‫الذك ِر ِإن كنت ْم ال ت ْعل ُمون) (‪.)5‬‬ ‫ْ ُ ْ‬
‫‪ -۱‬کتاب ‪ :‬دا قول د هللا جل جالله دی ‪( :‬فاسألوا أهل ِ‬
‫ْ ُ‬
‫اسألوا) دی ادنی‬‫دا نص ټولو مخاطبینو ته عام دی‪،‬په هر هغه کار کی چه ور باندی نه پوهيږی‪ ،‬او د امر چه (ف‬
‫درج جواز دی‪.‬‬

‫‪ -۲‬د صحابه ؤ او تابعینو اجماع ‪ :‬د صحابه ؤ او تابعینو څخه به د مسائلو پوښتنى کیدلی هغوی به ځواب‬
‫ورکولو‪،‬او هیچا ورباندی انکار نه دی کړی‪،‬او نه یی پوښتنه کونکی د پوښتنو له کولو څخه منع کول‪،‬او نه یی‬
‫ورته دا ویل چه خپلو ځانونو ته اجتهاد وکړئ‪،‬او کار د علماؤ او عوامو څخه په تواتر ثابت دی‪.‬‬

‫‪ -۳‬معقول ‪ :‬اجتهاد یوه ملکه ده چه ډیرو کمو خلکو ته حاصليږی‪،‬نو که ټول خلک ور باندی مکلف ش ى نو دا به‬
‫تکلیف بما ال یطاق وی‪ ،‬او هغه شرعا ممنوع دی‪.‬‬

‫‪ :‬االحكام في اصول االحكام لالمدي ج‪ 4‬ص‪.۲۲۳‬‬ ‫‪۱‬‬

‫‪ :‬آمدی ‪ :‬ج‪ ۴‬ص‪.۲۲۳‬‬ ‫‪۳‬‬

‫‪ :‬شوكاني‪ ,‬حممد بن علي بن حممد بن عبد هللا الشوكاين اليمين (املتوىف‪0521 :‬هـ)ج‪5‬ص‪,522‬‬ ‫‪4‬‬

‫حمقق‪ ::‬الشي حدمد عو عااة‪ ،‬مشش‪ - :‬كفر بطاا‪,‬ناشر‪ :‬مار الكتاب العريب طبع‪ :،‬الطبع‪ ،‬األ ىل ‪0201‬هـ ‪-‬عدم األجواء‪5 :‬‬
‫‪ : 5‬سورت نحل ایت نمبر (‪.)4۳‬‬
‫‪13‬‬

‫دويم مبحث ‪ :‬د تقليد انواع‬


‫لومړی مطلب‪ :‬محمود تقليد‬
‫تقلید په دوه قسمه دی‪:‬‬
‫لومړی – محمود تقلید ‪ :‬دا د هغه چا تقلید دی څوک چه د اجتهاد څخه عاجز وی‪ ،‬ځکه هغه په‬
‫خپله شرعی حکم ته رسیدل نشی کوالی‪ ،‬نو کوم تکالیف چه ورباندی کیښودل شوی دی په هغی‬
‫کی د یو داسی چا چه هغه د اجتهاد او نظر خاوند وی الرښونی ته مجبوره کیږی‪.‬‬

‫دويم مطلب‪ :‬مذموم تقليد‬


‫دویم – مذموم یا حرام تقلید په دری قسمه دی ‪:‬‬
‫لومړی‪ -‬هغه چه په هغی کی د کتاب هللا څخه اعراض وی ‪،‬لکه د پالرانو یا دمشرانو تقلید‪.‬‬
‫دویم – هغه چه مقلد ته دا معلومات نه وی چه زه چه د چا تقلید کوم هغه د اهلیت لری‪.‬‬
‫دریم – د دلیل د ښکاره کیدلو څخه وروسته تقلید کول دی‪.‬‬
‫‪ ۱‬نو دا دری واړه قسمونه هغه تقلید دی چه کتاب هللا او په حدیثو کی یی مذمت راغلی دی( )‪.‬‬
‫‪۲‬‬

‫وصلي هللا علي النبي الكریم واله وصحبه اجمعین برحمتك یا ارحم الراحمین‪.‬‬

‫اإلسالشي حصوله جباشع‪ ،‬مشش‪ - :‬كلّي‪ ،‬الشرةع‪ ,،‬اصول‬


‫ّ‬ ‫الو َحيْلِ ّي حستاذ رئيس قسم الفققه‬
‫‪ : ۲‬زحیلی ‪ ،‬ح‪ .‬م‪ْ َ .‬هبَ‪ ،‬بن شصطفى ُّ‬
‫الفققه االسالشي ج‪ 0‬ص‪,0010‬ناشر‪ :‬پی می اةف‪.‬‬
‫‪14‬‬

‫نتيجه‬
‫په اخره کی دی نتیجی ته رسیږو چه ‪:‬‬
‫‪ – ۱‬اجتهاد د تشریع ژوند دی‪،‬نو د ژوند په هر پړاؤ او هره زمانه کی د نویو مسائلو او واقعاتو‬
‫د پیژندلو لپاره او د نړئ د پرمختګ په حال کی دهغی د تقاضاؤ سره سم‪،‬او د نوی ژوند دظروفو‬
‫او د اقتصاد د ضرورتونو لپاره ورته سخت ضرورت دی‪.‬‬
‫‪ -۲‬تقلید دعوامو کار دی ‪ ،‬او علماء باید صحیح ترین حکم معلوم کړی‪،‬او خپل کوښښونه جاری‬
‫وساتی تر څو فقه د هغه څه څخه تصفیه کړی چه ژوند کی هغی شیانو ته ضرورت نه لیدل کیږی‪.‬‬
‫‪ – ۳‬علماء به کوښښ کوی چه د جدیدو مسائلو او واقعاتو په هکله په شریکه د حل الری پیدا‬
‫او عوام الناس کوم چه په اجتهاد کولو مکلف نه دی سمه رهنمایی وکړی‪،‬ترڅو یی خپل شرعی‬
‫مکلفیت سرته رسولی وی‪ ،‬او عندهللا مأجور هم وی ‪ ،‬هللا جل جالله دی ټولو علماؤ ته توفیق‬
‫ورکړی چه د ا ّمت لپاره ښه الرښونکی او زړه سوانده مشران وګرځی‪.‬‬
‫آمین‬
‫‪15‬‬

‫وړانديز‬
‫دا چه په افغانستان د هللا جل جالله لوی رحمت د اسالمی امارت په حیث باندی نازل شوی‬
‫دی‪،‬زمونږ زعیم هم یو جید دینی عالم او شیخ القران والحدیث دی‪ ،‬او وزیران او کابینه هم الحمد‬
‫هلل اکثریت یی شیو او جید عالمان دی‪،‬او د والیاتو والیان او مشران هم با درک او دردمند‬
‫عالمان دی‪،‬نو د دین د خدمت لپاره ښه موقع میّسره ده‪.‬‬
‫نو د اسالمی امارت د مشرتابه ومقام ته په ډیر ادب او احترام وړاندیز کوم چه د جدیدو مسایلو‬
‫او واقعاتو د حل لپاره دی د وطن د جیدو او ورزیده علماؤ څخه دی د ټول افغانستان او د والیاتو‬
‫لپاره کمیټي جوړی کړی ترڅو د وطنوالو او د ټول ملت مشکالت رفع او ملت او ا ّمت په نویو‬
‫مسائلو او واقعاتو کی سمی الری ته سوق او هدایت شی‪.‬‬

‫خلیل الرحمن صدیقی‬


‫د سالم پوهنتون‬
‫د ماستری پروګرام محصل‬
‫‪16‬‬

‫د اياتونوفهرست‬
‫سورت ایت نمبر‬ ‫ایت‬ ‫ګڼه‬

‫ْ‬ ‫هُ ْ‬
‫‪۴۳‬‬ ‫التوبه‬ ‫اَّلل عنك ِلم أ ِذنت ل ُه ْم ح هتى يتب هين لك‬ ‫عفا‬ ‫‪۱‬‬
‫االنفال ‪2۱‬‬ ‫ض‬ ‫ر‬‫ما كان ِلنبي أ ْن ي ُكون ل ُه أ ْسرى ح هتى ُي ْث ِخن في ْاأل ْ‬ ‫‪۲‬‬
‫ِ‬ ‫ِ‬ ‫ِ ٍّ‬
‫‪۱24‬‬ ‫البقره‬ ‫ه‬ ‫ْ‬ ‫ْ‬
‫السماوات واأل ْرض واختالف الل ْيل و ه‬ ‫إن في خ ْلق ه‬ ‫ه‬ ‫‪۳‬‬
‫النه ِار‬ ‫ِ‬ ‫ِ‬ ‫ِ‬ ‫ِ‬ ‫ِ‬ ‫ِ‬ ‫ِ‬
‫د احادیثو فهرست‬
‫مخ‬ ‫حدیث‬ ‫ګڼه‬
‫ُْ‬ ‫ه‬ ‫ْ ْْ‬ ‫ْ ْْ‬ ‫ْ ُ ُّ ُ‬ ‫‪۱‬‬
‫ور ِمن األمو ِال ِمن األمو ِال بالدرج ِ‬
‫ات العال‬ ‫ِ‬ ‫ذهب أهل الدث ِ‬
‫دوه کسان چه په سفر تللی وه او اوبه ورسره نه وی‬ ‫‪۲‬‬
‫زما په ا ّمت کی به یو ډله خلک په حق باندی روان وی‬ ‫‪۳‬‬

‫د اعالمو فهرست‬
‫مخ‬ ‫نوم‬ ‫ګڼه‬
‫أبو الحسن سيد الدين علي بن أبي علي بن محمد اآلمدي (املتوفى‪699 :‬هـ)‬ ‫‪۱‬‬
‫امام ابوحنیفه نعمان بن ثابت بن زوطي متوفي (‪)۱5۱‬هج‬ ‫‪۲‬‬
‫امام محمد بن ادریس الشافعي متوفي(‪)۲۱4‬‬ ‫‪۳‬‬
‫‪17‬‬

‫مصادر او مراجع‬
‫‪ -1‬قرانكریم ‪.‬‬
‫ابن االثیر‪ ،‬مجد الدين أبو السعادات املبارك بن محمد بن محمد بن محمد ابن عبد الكريم الشيباني‬ ‫‪-۲‬‬
‫ابن األثير (املتوفى‪606 :‬هـ) ‪ ,‬النهایة فی غریب الحدیث ج‪ 1‬ص‪ ،۹۱۳‬ناشر‪ :‬املكتبة العلمية ‪ -‬بيروت‪9911 ،‬هـ ‪-‬‬
‫تحقيق‪ :‬طاهر أحمد الزاوى ‪ -‬عدد األجزاء‪.5 :‬‬
‫ابن قدامه ‪ ,‬عبد هللا بن أحمد بن محمد بن قدامة الجماعيلي املقدس ي ثم الدمشقي الحنبلي‪.‬متوفي‬ ‫‪-۳‬‬
‫(‪ 640 - 519‬هـ‪)9916 ،‬روضة الناظر وجنة املناظر‪,‬ج ‪4‬ص‪,991‬ناشر موسسة الريان‪.‬طبعه دوم‪.‬‬
‫ُ‬
‫ابن حبان ‪ ,‬محمد بن حبان بن أحمد بن حبان بن معاذ بن م ْعبد‪ ،‬التميمي‪ ،‬أبو حاتم‪ ،‬الدارمي‪ ،‬البستي‬ ‫‪-4‬‬
‫(املتوفى‪951 :‬هـ) صحيح ابن حبان ج‪ 4‬ص‪ 936‬حديث نمبر(‪)640‬محقق‪ :‬شعيب األرنؤوط ناشر‪:‬‬
‫مؤسسة الرسالة – بيروت طبعة‪ :‬الثانية‪ 9191 ،‬األجزاء‪ 96( 93 :‬جزء ومجلد فهارس)‬
‫األمدي‪ ,‬أبو الحسن سيد الدين علي بن أبي علي بن محمد بن سالم الثعلبي اآلمدي (املتوفى‪699 :‬هـ)‬ ‫‪-5‬‬
‫االحكام في اصول االحكام ج‪ 1‬ص‪.966‬املحقق‪ :‬عبد الرزاق عفيفي‪,‬ناشر‪ ،:‬بيروت‪ -‬األجزاء‪1 :‬‬
‫بخاری‪ :‬محمد بن إسماعیل بن إبراهیم بن المغیرة البخاري‪ ،‬أبو عبد هللا (المتوفى ‪256 :‬هـ)‬ ‫‪-6‬‬
‫ج‪1‬ص‪,215‬حدیث نمبر (‪.)7311‬‬
‫جرجاني‪ ,‬علي بن محمد بن علي الجرجاني‪ ,‬التعريفات ج‪ 9‬ص‪,49‬ناشر ‪ :‬دار الكتاب العربي – بيروت‬ ‫‪-6‬‬
‫طبعة األولى ‪9105 ،‬تحقيق ‪ :‬إبراهيم األبياري عدد األجزاء ‪9 :‬‬
‫دکتور مصطفی سعید الخن ‪،‬اثراالختالف فی القواعد االصولیة فی اختالف الفقهاء‬ ‫‪-۳‬‬
‫ج‪ .)2۲-2۲( 1‬پی دی ایف‪.‬‬
‫روضة الناظر‪۱-‬ص‪,۳۳۲‬تحقيق د‪ .‬عبد العزيز عبد الرحمن السعيدناشر جامعة اإلمام محمد‬ ‫‪-1‬‬
‫بن سعودسنة النشر ‪9911‬مكان النشر الرياض عدد األجزاء ‪.9‬‬
‫الزركشي ‪ ,‬بو عبد هللا بدر الدين محمد بن عبد هللا بن بهادر الزركش ي (املتوفى‪611 :‬هـ)‬ ‫‪-90‬‬
‫البحراملحيط ‪,‬ج‪ 3‬ص‪,441‬ناشر‪ :‬دار الكتبي‪,‬طبعة‪ :‬األولى‪9191 ،‬هـ ‪ -‬عدد األجزاء‪3 :‬‬
‫زحیلي‪ ,‬د وهبة بن مصطفى الزحيلي‪,‬اصول الفقه االسالمي‪9-,‬ص‪ ,9940‬پی دی ایف‪.‬‬ ‫‪-۱۱‬‬
‫سیوطی ‪ ،‬عبد الرحمن بن أبي بكر‪ ،‬جالل الدين السيوطي (املتوفى‪199 :‬هـ) معجم مقاليد العلوم في‬ ‫‪-94‬‬
‫الحدود والرسوم‪ ,‬ج‪ 9‬ص‪,66‬محقق‪ :‬أ‪ .‬د محمد إبراهيم عبادة ناشر‪ :‬مصرطبعة‪ :‬األولى‪9149 ،‬‬
‫سجستاني‪ ,‬أبو داود سليمان بن األشعث (متوفى ‪465 :‬هـ) سنن ابي داود ج‪9‬ص‪999‬ناشر ‪ :‬ـ بيروت‪.‬‬ ‫‪-۱۳‬‬
‫الس ْماللي (املتوفى‪311 :‬هـ)‪,‬رفع‬
‫ِسماللي‪ ,‬أبو عبد هللا الحسين بن علي بن طلحة الرجراجي ثم الشوشاوي ِ‬
‫ْ‬ ‫‪-۱4‬‬
‫النقاب عن تنقيح الشهاب ج‪6‬ص‪ 99‬ناشر سعودي عرب الطبعة‪ :‬األولى‪ 9145 ،‬هـ ‪-‬عدد األجزاء‪6 :‬‬
‫شوکانی‪ ،‬محمد بن علي بن محمد الشوكاني سنة الوالدة ‪ /9969‬سنة الوفاة ‪ ,9455‬ج‪9‬ص‪,93‬‬ ‫‪-95‬‬
‫تحقيق عبد الرحمن عبد الخالق ناشر دار القلم سنة النشر ‪9916‬ناشر الكويت عدد األجزاء ‪9‬‬
‫غزالي‪ ,‬االمام أبي حامد محمد بن محمد بن محمد الغزالي املتوفي سنة ‪ 505‬ه املستصفي في علم‬ ‫‪-96‬‬
‫االصول ج‪ 4‬ص‪,496‬طبعه وصححه محمد عبد السالم عبد الشافي‪ ,‬بيروت – لبنان‪.‬‬
‫قشیري ‪ ,‬مسلم بن الحجاج أبو الحسن القشيري النيسابوري (املتوفى ‪469 :‬هـ)صحيح مسلم ج‪4‬‬ ‫‪-96‬‬
‫ص‪ 16‬حديث نمبر(‪.)9965‬ناشر بيروت ‪ ,‬عدد اجزاء ‪.3‬‬
‫‪1۲‬‬

‫کفوی ‪ ،‬أيوب بن موس ى الحسيني القريمي الكفوي‪ ،‬أبو البقاء الحنفي (املتوفى‪9011 :‬هـ) الكليات ج‪9‬‬ ‫‪-93‬‬
‫ص‪,11‬محقق‪ :‬عدنان درويش ‪ -‬محمد املصري ناشر‪ :‬بيروت عدد األجزاء‪9 :‬‬
‫المناوي‪ ,‬زين الدين محمد املدعو بعبد الرؤوف بن تاج العارفين بن علي بن زين العابدين الحدادي‬ ‫‪-۱۱‬‬
‫ثم املناوي القاهري (املتوفى‪9099 :‬هـ) التوقیف علی مهمات التعاریف ج‪ ۱‬ص‪،۳۳‬ناشر‪ :‬عالم‬
‫الكتب ‪ 93‬عبد الخالق ثروت‪-‬القاهرة طبعة‪ :‬األولى‪9190 ،‬هـ‪9110-‬م عدد األجزاء‪9 :‬‬
‫‪1۲‬‬

‫د موضوعاتو فهرست‪.‬‬
‫‪Contents‬‬
‫اهداء ‪ ....................................................................................................................................................‬أ‬
‫مننلیک ‪ ................................................................................................................................................‬ب‬
‫د بحث خالصه ‪ ......................................................................................................................................‬ج‬
‫مقدمه ‪1...................................................................................................................................................‬‬
‫د موضوع د غوره کولو اسباب ‪1..................................................................................................................‬‬
‫خطه ‪3....................................................................................................................................................‬‬
‫لومړی فصل ‪:‬اجتهاد‪4................................................................................................................................‬‬
‫لومړی مبحث ‪ :‬اجتهاد څه ته ویل کیږی ‪4.......................................................................................................‬‬
‫لومړی مطلب‪ :‬د اجتهاد تعریف ‪4..............................................................................................................‬‬
‫دویم مطلب‪ :‬داجتهاد ډولونه اوشرطونه ‪4.....................................................................................................‬‬
‫د اجتهاد شرطونه ‪5................................................................................................................................‬‬
‫دریم مطلب ‪ :‬داجتهاد حکم ‪6...................................................................................................................‬‬
‫په زمانه کی اجتهاد ‪6............................................................................................‬‬ ‫دویم مبحث‪ :‬د رسول هللا‬
‫ته د اجتهاد کولو اجازه وه ‪6...............................................................................‬‬ ‫لومړی مطلب‪ :‬رسول هللا‬
‫اجتهاد کړی دی ‪7...............................................................................................‬‬ ‫دویم مطلب‪ :‬رسول هللا‬
‫په زمانه کی اجتهاد د تشریع د مصادرو څخه شمیرل کیده ‪7........................................‬‬ ‫دریم مطلب‪ :‬د رسول هللا‬
‫دویم فصل‪ :‬تقلید ‪۲.....................................................................................................................................‬‬
‫لومړی مبحث تقلید څه شی دی ‪۲...................................................................................................................‬‬
‫لومړی مطلب‪ :‬د تقلید تعریف ‪۲.................................................................................................................‬‬
‫دتقلید او اتباع توپیر ‪۲.............................................................................................................................‬‬
‫دویم مطلب‪ :‬د تقلید شرعی حکم‪11............................................................................................................‬‬
‫د جمهورو علماؤ دالیل ‪11.......................................................................................................................‬‬
‫د تقلید مجوزین نور دالیل بیانوی ‪11..........................................................................................................‬‬
‫په فروعی مسائلو کی تقلید ‪12..................................................................................................................‬‬
‫دویم مبحث ‪ :‬د تقلید انواع ‪13.......................................................................................................................‬‬
‫لومړی مطلب‪ :‬محمود تقلید‪13..................................................................................................................‬‬
‫دویم مطلب‪ :‬مذموم تقلید‪13......................................................................................................................‬‬
‫نتیجه ‪14.................................................................................................................................................‬‬
‫وړاندیز ‪15..............................................................................................................................................‬‬
‫د ایاتونوفهرست‪16....................................................................................................................................‬‬
‫مصادر او مراجع ‪17.................................................................................................................................‬‬
‫د موضوعاتو فهرست‪1۲........................................................................................................................... .‬‬

You might also like