Professional Documents
Culture Documents
Ercd CWRD Afg Ado Launch NR 11april Doc (Pashto)
Ercd CWRD Afg Ado Launch NR 11april Doc (Pashto)
Ercd CWRD Afg Ado Launch NR 11april Doc (Pashto)
www.adb.org
د نوموړي راپور له مخې ،د ډيرې خصوصي پانګونې د راجلبولو لپاره ځینې ګامونو کې د اقتصاد پراختیا لپاره د دولت
همغږې تګالره ،د سوداګريو لپاره د حقوقي او قانوني چوکاټونو د لوړاوي لپاره دوامدارې هڅې ،د پانګونې د لوړاوي لپاره د
سیستماتیکې ستراتیژۍ چمتو کول او د پانګونې خدمتونه شامل دي .همدا ډول دولت اړ دی چې د سیمه يیزې همکارۍ لپاره خپلې هڅې
جاري وساتي .له ګاونډيو سره اتصال او پرانیستې سوداګري نوره خصوصي پانګونه هم راجلبوالی شي ځکه چې سیمه يیز بازارونه
پرانیستل کیږي.
د آسیا پراختیايي بانک چې مرکزي دفتر يې د فلیپین هیواد په مانیال ښار کې دی ،د هر اړخیزې اقتصادي ودې ،د اوږدمهالې
چاپیريال ودې او سیمه يیز يوالي له الرې په آسیا او پاسیفیک هیوادونو کې د بیوزلۍ کمولو ته ژمن دی .دغه بانک په ۱۹۶۶میالدي
کال کې تأسیس شوی او – د سیمې د ۴۸هیوادونو په ګډون -ټولټال ۶۷غړي لري.