Professional Documents
Culture Documents
روژه دطب له نظره
روژه دطب له نظره
په نړۍ کې نژدې يو نيم مليارد مسلمانان هر کال روژه نيسې ،دوى دورځې له خوا اوبه او خواړه نه خوري ،دوى
دا کار د وزن د کمولو او يا نورو طبي ګټو په خاطر نه کوي بلکه دا دوى ته د هغوى په مقدس کتاب (قران) کې
:ويل شوي چي وايي
.يا ايها الذين آمنوا كتب عليكم الصيام كما كتب على الذين من قبلكم لعلكم تتقون
د عمان د پوهنتون روغتون ډاکټر سليمان په يوه څېړنه کې چې ٤٢نارينه او ٢٦ښځو پکې ونډه لرله او د تهران
د طبي پوهنتون استاذ فريدون عزيزي په يوه څېړنه کې چې نهه تنه نارينه ؤ پکې ونډه لرله دا ويلې چې اسالمي
روژه هيڅ طبي او روغتيايي تاوان نه لري او سربېره پردې د دوزن پرکنټرول او د شحمو په استقالب مثبته
.اغېزه لري
د هللا رسول صلى هللا عليه وسلم فرمايي :قوي مؤمن له ضعيفه مؤمن څخه غوره دى ،او په دواړو کې خيردى ،نو
ايا هللا جلت عظمته به وغواړې چې په روژې سره دهغه صلى هللا عليه وسلم ګران امتيان ضعيفه او کمزوري
کړي ،نه بلکه هيڅکله نه !.روژه چې د دوهم هجري کال د شعبان له دوهمې نېټې څخه فرض شوې تراوسه يې
.چا په فرضيت او ګټه کې شک نه دى کړى
:تاريخي شواهد
يونانيان د دې لپاره چې د روژې په ګټه پوه شې د قديمو مصريانو ښارونو ته راغلل تر څو هغه څه چې اوريدلې
.يې ؤ له نژدې وڅاري ،په دوى کې دا دود ؤ چې له جنګ څخه مخکې به يې روژه شروع کوله او تل به بريالي و
روميان چې له يونانيانو څخه يې په هيڅ شي کې ځان وروسته نه باله په افسانه پوهنه اوتاريخ کې هم له هغوى ځان
وروسته کول يې نه منل ،هغوى به هم چې کله پرې چا حمله وکړه نو روژه به يې شروع کړه تر څو فتحه د دوى
په نصيب شي .هغوى عقيده لرله چې روژه د دوى صبر او حوصله لوړوي کوم چې په جنګ کې د داخلي غريضو
او خارجي خطرونو په مقابل کې مهم شيان دي .لرغونو چينايانو هم په خپل مقدس کتاب کې روژه ځاى کړې او د
هغو خلکو لپاره يې روژه نيول ضرروري بلله چې له کوم کړاو يا ناورين سره مخ وي .په پېړيو پېړيو هندوانو
اوبودايانو د روژې نسبتا يو خشن ډول مانه او عملي کاوه .يهوديان او عيسويان هم د روژې يو خاص قسم مراسم
(چې ځيني غذا ګاني پکې خوري يا کم ترکمه او يوازې اوبه پکې څښي) تر سره کوي .يهوديان او س هم چې له
. see Exodus 24:18کوم غم او کړاؤ سره مخ شي روژې ته مخه کوي
په ) (Moroccoد روژې د روغتيايي ګټو په اړه لمړنى علمي سيمينار په ١٩٩٤ميالدې کال د مراکش
ښار کې جوړ شو چې د نړۍ دمختلفو برخو دډاکټرانو نژدې پنځوس( )٥٠تحقيقي مقالې؛ چې )(Casablanca
درمضان روغتيايي ګټې پکې په ګوته شوې وې د مسلمان اوغيرمسلمانو څېړونکو له خوا تر غور الندې ونيول
.شوې
مخکې له دې چې اصلي بحث ته ورننو ځو داخبره ضروري ده چې دروژې طبي فائدې يوازې هغو خلکو ته
رسېږي چې په ريښتيا روژه ونيسې ،داسې نه چې يوازې دخپل خوراک وختونه بدل کړي او دسبانارې او غرمې
:دعمر او ږدېدل
يا ساتونکى ميخانکيت فعالېږي چې په conservativeپه روژې سره متوسط ډيهايدډريشن پيداکېږي چې د بدن
هر څه باندې الس ږدي او ضايع کېدو ته يې نه پرېږدي ،دغه حالت د نباتاتو د عمر په او ږدولو کې مرسته کړې
.چې په انسانانو کې هم همدغه تمه ترې کېداى شي
په روژه کې هغه انرژي چې بايد دغذا په هضم او جذب مصرف شوي واى دنورو استقالبي عمليو او معافيت
پورې اړوندې کارونو لپاره خوندې ساتل کېږي چې په دې سره معافيت ته پوره توجه کېږي ،له بلې خوا څرنګه
چې په روژه کې دانرژۍ ذخيرې کمېږي بدن کوشش کوي چې ځان ته دانرژۍ ذخيرې پيداکړي چې په لمړي قدم
او نور د وچو لرګيو په څېر له ځانه قربانوي .په دوهم قدم کې ) (Cancersکې اضافي نمو ګانې لکه کانسرونه
څرنګه چې اضافي نمو ګانې او سرطانونه قوي غذايي بېس نه لري له همدې امله د غذايي انفالسيون په حالت کې
.تر ټولو لمړى په همدوى باندې اعاشه بنده او له منځه وړل کېږي
همدارنګه لکه څرنګه چې مونږ ګورو په مرضي حالت کې د يو دفاعي ميکانيزم په توګه اشتهاء له منځه ځي چې
.دا په خپل وار د زخم او مرض په رغېدو کې د تشې ګيډې رول ښيي
روژه دبدن شحم کموي او په دې تو ګه له يوه وژونکې مرض (ارټيريو سکلريوسز) څخه مخنيوى کوي .په يوه
مقاله کې دا هم راغلې چې د زړه کار او سالمتيا د انسان د خوړو د نوعې او اندازې پورې نېغه اړيکه لري .يا په
بل عبارت دزړه سالمتيا او صحيح کار کول دانسان دخوراکي توکو له ډول او اندازې څخه ټاکل کېږي .له همدې
امله هللا متعال فرمايي(( :کلوا واشربوا والتسرفوا… االية)) .خوراک او څښاک کوئ او اسراف (له حده زياتى) مه
کوئ ! بېشکه هللا جل جالله اسراف کونکې نه خوښوي .هغوى چې په خوراک او څښاک کې ترې اسراف کېږي
.روژه د هغوى لپاره زرينه موقع ده چې ځان په اعتدال عادت کړي
چې د قران کريم په زيات تالوت سره تر السه کېږي.يانې چې کله هم انسان د قرآن کريم تالوت کوي نو نسبتا
زيات تنفسي کار کوي (په ځانګړې ډول بهر ته سا ويستل ((ضفير))) چې په دې سره په وينه کې د مضره ګازاتو
.کچه کمېږي او د وينې صفايي رامنځ ته کېږي ،چې دا په خپل وار د ټول بدن دصفايي سره انډول کېداى شي
.روژه دبدن د يوريک اسيد سويه ښکته بيايي او په دې توګه دبندونو دالتهاب (ارترايټس) ه مخنيوى کوي
چاغ خلک چې په بدن کې زيات شحم لري په هغوى کې دانسولين اخذې خپل مؤثريت له السه ورکوي او د ګلوکوز
ته الره هوارېږي .دانساني فزيولوژي له )(Diabetes mellitus esp Type 2په مقابل کې عدم تحمل يا شکر
دچاغښت دمخنيوي لپاره مؤثره ښودل شوې ده .روژه دلوږې )) semi starvation or (ketogenic dietمخې
.احساس له منځه وړي او په دې توګه په سرعت سره وزن کموالى شي
په روژه کې څرنګه چې دګلوکوز خوراک او اخستنه کمېږي چې په پايله کې يې دوينې د ګلوکوز کچه هم
کمېږي او بدن دې ته مجبورېږي چې د استقالبي پروسې لپاره اړينه کالوري په بدن کې د ذخيره شحم (وازګي) د
.مصرفولو له ليارې پوره کړې
په ځګر کې ذخيره ګاليکوجن (د قند يو ډول دى) اوپه انساجو کې ذخيره شحم د انرژۍ دضرورت دپوره کولو
لپاره تجزيه او په کار وړل کېږي .چې دا په خپل وار دبدن دوزن منځنۍ کچې دکمښت المل ګرځي .چې په دې
( (overweight and stable non insulin dependent diabetesتوګه روژه د) چاغو خلکو او شکر
.ناروغانو لپاره زياته ګټوره او دالهي رحمت يوه بيلګه ده
ګڼ شمېر مطالعو داښوولې چې دروژې په مبارکه مياشت کې دوينې دکلسترولو کچه او همدارنګه په وړو
شريانونو باندې د غوړينو څاڅکو رسوب اوناسته کمېږي .چې دا په خپل وار د قلبي او دماغي سکتو اودرېدنو د
.حملو دکموالې سبب ګرځي او د وينې دفشار له لوړېدا څخه هم مخنېوى کوي
:د صفراوي تېږو مخنېوى
په وينه کې شحمو يا غوړو د کچې کموالى د صفرا د کڅوړې او صفراوي کانال د تېږو دجوړېدو په مخنيوي کې
مرسته کوي .حضرت محمد صلى هللا عليه وسلم څخه فرمايي( :روژه ونيسئ ؛ ترڅو روغتيامو په برخه شي!)
ځېنو مطالعو ښوولې چې له لسو څخه تر دولسو ساعتونو پورې له اوبو څخه پرهېز نسبتَا بې خطره دى ،بلکه په
ځينو حاالتو کې بدن ته ګټه رسوي .په بدن کې دمايعاتو لږه اندازه کمښت او يا دوينې لږه اندازه غلظت زياتېدل د
لږه اندازه ډيهايډريشن سبب ګرځي چې بدن يې له توانه وځي او کومه صدمه نه ورته رسوي ،څرنګه چې بدن په
دغه وخت کې دمايعاتو کافي ذخيره لري ،که شخص د پښتورګي د تېږو تکليف ونه لري ،نو په دغه حالت کې
پښتورګي د اضافي موادو له اطراح څخه دلږ وخت لپاره اوږې سپکوې او دمه کوي .لکه څرنګه چې حضرت
محمد صلى هللا عليه وسلم د پېشمني په وروسته کولو او دروژه ماتي په مخکې کولو تاکيد کوي فرمايي( :ثالث من
.اخالق المرسلين :تعجيل االفطار و تاخير السحور ووضع اليمين على الشمال في الصلوة)
ژباړه :درې شيان درسوالنو له خويونو څخه دي:په روژه ماتي تلوار ،په پېشمني کې وروسته والى او په لمانځه
).کې ښى الس په چپ اېښودل
.فائده يې دا ده چې د زيات ډيهايډرېشن مخه نېسي او په دې توګه څومره چې ممکنه وي ژر بدن ته اوبه رسېږي
سربېره پر دې کمه اندازه ډيهايډرېشن د وينې دفشار د څه ناڅه کموالي سبب ګرځي چې د لوړ فشار ناروغانو
.لپاره هم يو څه ګټه رسوي
په هغه لمانځه کې چې له روژه ماتې وروسته اداء کېږي نژدې دبدن ټول بندونه کافي تمرين کوي او نرمښت تر
السه کوي ،د يوه عالم دڅېړنې له مخې د تراوېحوپه هر رکعت کې لس کالوري انرژي په مصرف رسېږي چې
په ټولو تراويحو کې ٢٠٠کالوري انرژي په مصرف رسېږي او له دې سربېره د خوړو په هضم او استقالب کې
.مرسته کوي
د روژژې مبارکه مياشت که دنبوي سنتو مطابق ونيول شي يوه ښه روحي درملنه ده ،روحي قوت زياتوي او انسان
له فزيکي خنډونو او عاداتو (لکه نسوارو ،سګرټو…) څخه بې پروا کوي ،همدا وجه ده چې ځينې هوښياران وايي
چې :ښه عادت دادى چې هيڅ عادت ونه لرې .روژه دانسان اراده مضبوطوي او په انسان کې دخپل رب په
وړاندې د عاجزۍ او وفادارۍ احساس قوي کوي ،ځکه هغه په قصدي توګه له خوراک او څښاک څخه ځان
.اېساروي په داسې حال کې چې په مخ کې يې پريمانه د خوراک او څښاک شيان پراته وي
د رمضان المبارک د مياشتې روژه نېول د روحي تشويشونو او سوچونو مخنېوى کوي او انسان ته د دې توان
ورکوي چې څنګه له بدو کړنو څخه ځان وژغوري .په خاصه توګه عمليان که څه هم د لږ وخت لپاره له خپل عمله
الس په سر کېږي د دې هيلې راټوکوي چې د دوى دغه پرهېز به تلپاتي شي او له خپل عادت او عمل سره به د
.تل لپاره خداى په اماني وکړي
دغه خبره همدا راز د هغو په هکله هم صدق کوي چې د چايو او قهوې په څښلو نه مړېږي او ځان ته ضرر
.رسوي
د روژې روحياتي او رواني ګټې بې شمېره دي ،روژه داره سړى قانع او مطمئن تر سترګو کېږي ،له رواني او
فکري اړخه مسترح او دمه ښکاري ،له هر هغه څه څخه چې د ده روژه زيانمنوي ځان ساتي ،په دې توګه په خپل
سلوک او حواسو پوره کنټرول ساتي ،چې د ده دا برخورد او کړنې په ټولنه کې هم په مثبته توګه منعکس کېږي،
او نور خلک هم ترې متاثره کېږي( .حضرت محمد صلى هللا عليه وسلم څه ښه فرماييَ(( :ع ْن ابي هريرة رضى
هللا عنه قال ،قال رسول هللا صلى هللا عليه وسلم… واذا کان صوم احدکم فال يرفث وال يصخب فان سابه احد او قاتله
.فليقل اني امرؤ صائم(.صحيح البخاري کتاب الصوم)
ګڼ شمېر مطالعو دا په ثبو ت رسولې چې په اسالمي هيوادونو کې د جرائمو کچه د دروژې په مبارکه مياشت کې
ښکته لوېږي .په يوه څېړنه کې چې په ايام بيض شوې دپولېسو دجرايمو يوه دوسيه څېړل شوې او ليدل شوې
.چې د قمري مياشتې په ديارلسم ،څوارلسم او پنځلسم باندې ډېر جرايم سرته رسېدلي وو
.نوټ :يو سړى له خوړو پرته نژدې دوه مياشتې او له اوبوپرته نژدې يوه هفته ژوند کوالى شي