Download as docx, pdf, or txt
Download as docx, pdf, or txt
You are on page 1of 5

‫» رمضان او روغتيا » ‪Home » Ramadan‬‬

‫د روژې روغتيايي ګټې‬


‫رمضان او روغتيا ‪ /‬یک تبصره ‪on August 29, 2010 4:39 am in‬‬

‫د افغانستان اسالمي طبي ټولنه (ايما)‬


‫د علمي څېړنو څانګه‬

‫ژباړه او راټولونه‪ :‬ډاکټر عزت هللا حامد ايم‪.‬ډي‬

‫په نړۍ کې نژدې يو نيم مليارد مسلمانان هر کال روژه نيسې‪ ،‬دوى دورځې له خوا اوبه او خواړه نه خوري‪ ،‬دوى‬
‫دا کار د وزن د کمولو او يا نورو طبي ګټو په خاطر نه کوي بلکه دا دوى ته د هغوى په مقدس کتاب (قران) کې‬
‫‪:‬ويل شوي چي وايي‬
‫‪.‬يا ايها الذين آمنوا كتب عليكم الصيام كما كتب على الذين من قبلكم لعلكم تتقون‬
‫د عمان د پوهنتون روغتون ډاکټر سليمان په يوه څېړنه کې چې ‪ ٤٢‬نارينه او ‪ ٢٦‬ښځو پکې ونډه لرله او د تهران‬
‫د طبي پوهنتون استاذ فريدون عزيزي په يوه څېړنه کې چې نهه تنه نارينه ؤ پکې ونډه لرله دا ويلې چې اسالمي‬
‫روژه هيڅ طبي او روغتيايي تاوان نه لري او سربېره پردې د دوزن پرکنټرول او د شحمو په استقالب مثبته‬

‫‪.‬اغېزه لري‬
‫د هللا رسول صلى هللا عليه وسلم فرمايي‪ :‬قوي مؤمن له ضعيفه مؤمن څخه غوره دى‪ ،‬او په دواړو کې خيردى‪ ،‬نو‬
‫ايا هللا جلت عظمته به وغواړې چې په روژې سره دهغه صلى هللا عليه وسلم ګران امتيان ضعيفه او کمزوري‬
‫کړي‪ ،‬نه بلکه هيڅکله نه‪ !.‬روژه چې د دوهم هجري کال د شعبان له دوهمې نېټې څخه فرض شوې تراوسه يې‬
‫‪.‬چا په فرضيت او ګټه کې شک نه دى کړى‬

‫‪:‬تاريخي شواهد‬
‫يونانيان د دې لپاره چې د روژې په ګټه پوه شې د قديمو مصريانو ښارونو ته راغلل تر څو هغه څه چې اوريدلې‬
‫‪.‬يې ؤ له نژدې وڅاري‪ ،‬په دوى کې دا دود ؤ چې له جنګ څخه مخکې به يې روژه شروع کوله او تل به بريالي و‬
‫روميان چې له يونانيانو څخه يې په هيڅ شي کې ځان وروسته نه باله په افسانه پوهنه اوتاريخ کې هم له هغوى ځان‬
‫وروسته کول يې نه منل‪ ،‬هغوى به هم چې کله پرې چا حمله وکړه نو روژه به يې شروع کړه تر څو فتحه د دوى‬
‫په نصيب شي‪ .‬هغوى عقيده لرله چې روژه د دوى صبر او حوصله لوړوي کوم چې په جنګ کې د داخلي غريضو‬
‫او خارجي خطرونو په مقابل کې مهم شيان دي‪ .‬لرغونو چينايانو هم په خپل مقدس کتاب کې روژه ځاى کړې او د‬
‫هغو خلکو لپاره يې روژه نيول ضرروري بلله چې له کوم کړاو يا ناورين سره مخ وي‪ .‬په پېړيو پېړيو هندوانو‬
‫اوبودايانو د روژې نسبتا يو خشن ډول مانه او عملي کاوه‪ .‬يهوديان او عيسويان هم د روژې يو خاص قسم مراسم‬
‫(چې ځيني غذا ګاني پکې خوري يا کم ترکمه او يوازې اوبه پکې څښي) تر سره کوي‪ .‬يهوديان او س هم چې له‬
‫‪. see Exodus 24:18‬کوم غم او کړاؤ سره مخ شي روژې ته مخه کوي‬

‫په )‪ (Morocco‬د روژې د روغتيايي ګټو په اړه لمړنى علمي سيمينار په ‪ ١٩٩٤‬ميالدې کال د مراکش‬
‫ښار کې جوړ شو چې د نړۍ دمختلفو برخو دډاکټرانو نژدې پنځوس(‪ )٥٠‬تحقيقي مقالې؛ چې )‪(Casablanca‬‬
‫درمضان روغتيايي ګټې پکې په ګوته شوې وې د مسلمان اوغيرمسلمانو څېړونکو له خوا تر غور الندې ونيول‬
‫‪.‬شوې‬
‫مخکې له دې چې اصلي بحث ته ورننو ځو داخبره ضروري ده چې دروژې طبي فائدې يوازې هغو خلکو ته‬
‫رسېږي چې په ريښتيا روژه ونيسې‪ ،‬داسې نه چې يوازې دخپل خوراک وختونه بدل کړي او دسبانارې او غرمې‬

‫‪.‬ډوډۍ غچ په روژه ماتي او پېشمني کې واخلي‬


‫ساينسدانانو دا معلومه کړې چې اسالمي روژه د ژغورنې او معافيت يا دبدن دمقاومت يو ډول دى چې د رنګارنګ‬
‫ناروغيو لپاره يو )‪ (incurable diseases‬ناروغيو څخه مخنيوى کوي‪ .‬روژه ممکن د زياتو هغو بې درمانه‬
‫ازينى عالج وي چې طب يې له عالج څخه عاجز دى‪ ،‬لکه‬
‫‪(acute stomach inflammation, persistent vomiting during pregnancy, some kinds of‬‬
‫‪diabetes,high blood pressure, failure of kidneys, angina pictoris,chronic digestive‬‬
‫)‪inflamation, and gallbladder calculus and some other skin diseases.‬‬
‫‪.‬او داسې نور‬
‫‪:‬د روژې له روغتيايي گټوڅخه په الندې توګه يادونه کوال‌ى شو‬
‫‪.‬هضمي سيستم يا جهاز ته دمه او استراحت ورکول‬
‫هضمي سيستم چې دغذايي موادو استقالب (مصرف او ګټه اخستنې ته د غذايي موادو آماده کول) يې مهمه دنده ده‬
‫د روژې مبارکې په مياشت کې پوره دمه او استراحت کوي‪ .‬همدارنګه ځګر هم چې د استقالبي پروسې مهمه‬
‫پايګاه ده او له شتون پرته يې انسان له درې ساعتو څخه زيات ژوند نشي کوالى هم په همدې مبارکه مياشت کې‬
‫‪.‬استراحت کوي‬
‫ددې لپاره چې درمضان المبارک دغه ګټه مو په ښه توګه ترالسه کړې وي‪ ،‬اړينه ده چې دحضرت محمد صلى هللا‬
‫‪.‬عليه وسلم په هغه ښوونو عمل وکړو چې په کې په پېشنمي کې دلږ خوراک توصيه شوې ده‬
‫دطب له نقطه نظره دا غوره ده چې په پېشمني کې دې خرما استعمال شي چې نبي کريم صلى هللا عليه وسلم هم‬
‫همدغه توصيه کوي دا ځکه چې خرماد ګلوکوز او فر کتوز زيات مقدار لري کوم چې زياته کالوري توليدوي‬
‫خصوصا د د ماغي فعاليتونو لپاره‪ ،‬همدارنګه فرکتوز په وينه کې دګلوکوز دمقدار د تدريجي لوړېدو سبب ګرځي‬
‫‪.‬چې دايې بله ګټه ده چې د لوږې احساس کموي او د ډېر خورۍ مخه نيسي‬

‫‪:‬دعمر او ږدېدل‬

‫يا ساتونکى ميخانکيت فعالېږي چې په ‪ conservative‬په روژې سره متوسط ډيهايدډريشن پيداکېږي چې د بدن‬
‫هر څه باندې الس ږدي او ضايع کېدو ته يې نه پرېږدي‪ ،‬دغه حالت د نباتاتو د عمر په او ږدولو کې مرسته کړې‬
‫‪.‬چې په انسانانو کې هم همدغه تمه ترې کېداى شي‬

‫‪:‬چټکتيا )‪ (healing process‬د رغونکې پروسې‬

‫په روژه کې هغه انرژي چې بايد دغذا په هضم او جذب مصرف شوي واى دنورو استقالبي عمليو او معافيت‬
‫پورې اړوندې کارونو لپاره خوندې ساتل کېږي چې په دې سره معافيت ته پوره توجه کېږي‪ ،‬له بلې خوا څرنګه‬
‫چې په روژه کې دانرژۍ ذخيرې کمېږي بدن کوشش کوي چې ځان ته دانرژۍ ذخيرې پيداکړي چې په لمړي قدم‬
‫او نور د وچو لرګيو په څېر له ځانه قربانوي‪ .‬په دوهم قدم کې )‪ (Cancers‬کې اضافي نمو ګانې لکه کانسرونه‬
‫څرنګه چې اضافي نمو ګانې او سرطانونه قوي غذايي بېس نه لري له همدې امله د غذايي انفالسيون په حالت کې‬
‫‪.‬تر ټولو لمړى په همدوى باندې اعاشه بنده او له منځه وړل کېږي‬
‫همدارنګه لکه څرنګه چې مونږ ګورو په مرضي حالت کې د يو دفاعي ميکانيزم په توګه اشتهاء له منځه ځي چې‬
‫‪.‬دا په خپل وار د زخم او مرض په رغېدو کې د تشې ګيډې رول ښيي‬

‫‪:‬د زړه او رګونو د سيستم استراحت او روغتيا‬

‫روژه دبدن شحم کموي او په دې تو ګه له يوه وژونکې مرض (ارټيريو سکلريوسز) څخه مخنيوى کوي‪ .‬په يوه‬
‫مقاله کې دا هم راغلې چې د زړه کار او سالمتيا د انسان د خوړو د نوعې او اندازې پورې نېغه اړيکه لري‪ .‬يا په‬
‫بل عبارت دزړه سالمتيا او صحيح کار کول دانسان دخوراکي توکو له ډول او اندازې څخه ټاکل کېږي‪ .‬له همدې‬
‫امله هللا متعال فرمايي‪(( :‬کلوا واشربوا والتسرفوا… االية))‪ .‬خوراک او څښاک کوئ او اسراف (له حده زياتى) مه‬
‫کوئ ! بېشکه هللا جل جالله اسراف کونکې نه خوښوي‪ .‬هغوى چې په خوراک او څښاک کې ترې اسراف کېږي‬
‫‪.‬روژه د هغوى لپاره زرينه موقع ده چې ځان په اعتدال عادت کړي‬

‫‪:‬د زړه ارامي‪ ،‬دحافظې قوت‪ ،‬او د سږو صفايي‬

‫چې د قران کريم په زيات تالوت سره تر السه کېږي‪.‬يانې چې کله هم انسان د قرآن کريم تالوت کوي نو نسبتا‬
‫زيات تنفسي کار کوي (په ځانګړې ډول بهر ته سا ويستل ((ضفير))) چې په دې سره په وينه کې د مضره ګازاتو‬
‫‪.‬کچه کمېږي او د وينې صفايي رامنځ ته کېږي‪ ،‬چې دا په خپل وار د ټول بدن دصفايي سره انډول کېداى شي‬

‫‪:‬د بندونو د درد څخه مخنيوى‬

‫‪.‬روژه دبدن د يوريک اسيد سويه ښکته بيايي او په دې توګه دبندونو دالتهاب (ارترايټس) ه مخنيوى کوي‬

‫‪:‬د وزن متوسطه ضياع‬

‫چاغ خلک چې په بدن کې زيات شحم لري په هغوى کې دانسولين اخذې خپل مؤثريت له السه ورکوي او د ګلوکوز‬
‫ته الره هوارېږي‪ .‬دانساني فزيولوژي له )‪(Diabetes mellitus esp Type 2‬په مقابل کې عدم تحمل يا شکر‬
‫دچاغښت دمخنيوي لپاره مؤثره ښودل شوې ده‪ .‬روژه دلوږې ))‪ semi starvation or (ketogenic diet‬مخې‬
‫‪.‬احساس له منځه وړي او په دې توګه په سرعت سره وزن کموالى شي‬
‫په روژه کې څرنګه چې دګلوکوز خوراک او اخستنه کمېږي چې په پايله کې يې دوينې د ګلوکوز کچه هم‬
‫کمېږي او بدن دې ته مجبورېږي چې د استقالبي پروسې لپاره اړينه کالوري په بدن کې د ذخيره شحم (وازګي) د‬
‫‪.‬مصرفولو له ليارې پوره کړې‬
‫په ځګر کې ذخيره ګاليکوجن (د قند يو ډول دى) اوپه انساجو کې ذخيره شحم د انرژۍ دضرورت دپوره کولو‬
‫لپاره تجزيه او په کار وړل کېږي‪ .‬چې دا په خپل وار دبدن دوزن منځنۍ کچې دکمښت المل ګرځي‪ .‬چې په دې‬
‫( ‪(overweight and stable non insulin dependent diabetes‬توګه روژه د) چاغو خلکو او شکر‬
‫‪.‬ناروغانو لپاره زياته ګټوره او دالهي رحمت يوه بيلګه ده‬

‫‪:‬د وينې د کلسترولو د کچې کموالى‬

‫ګڼ شمېر مطالعو داښوولې چې دروژې په مبارکه مياشت کې دوينې دکلسترولو کچه او همدارنګه په وړو‬
‫شريانونو باندې د غوړينو څاڅکو رسوب اوناسته کمېږي‪ .‬چې دا په خپل وار د قلبي او دماغي سکتو اودرېدنو د‬
‫‪.‬حملو دکموالې سبب ګرځي او د وينې دفشار له لوړېدا څخه هم مخنېوى کوي‬
‫‪:‬د صفراوي تېږو مخنېوى‬
‫په وينه کې شحمو يا غوړو د کچې کموالى د صفرا د کڅوړې او صفراوي کانال د تېږو دجوړېدو په مخنيوي کې‬
‫مرسته کوي‪ .‬حضرت محمد صلى هللا عليه وسلم څخه فرمايي‪( :‬روژه ونيسئ ؛ ترڅو روغتيامو په برخه شي!)‬

‫‪:‬د کليوي نظام دمه او استراحت‬

‫ځېنو مطالعو ښوولې چې له لسو څخه تر دولسو ساعتونو پورې له اوبو څخه پرهېز نسبتَا بې خطره دى‪ ،‬بلکه په‬
‫ځينو حاالتو کې بدن ته ګټه رسوي‪ .‬په بدن کې دمايعاتو لږه اندازه کمښت او يا دوينې لږه اندازه غلظت زياتېدل د‬
‫لږه اندازه ډيهايډريشن سبب ګرځي چې بدن يې له توانه وځي او کومه صدمه نه ورته رسوي‪ ،‬څرنګه چې بدن په‬
‫دغه وخت کې دمايعاتو کافي ذخيره لري‪ ،‬که شخص د پښتورګي د تېږو تکليف ونه لري‪ ،‬نو په دغه حالت کې‬
‫پښتورګي د اضافي موادو له اطراح څخه دلږ وخت لپاره اوږې سپکوې او دمه کوي‪ .‬لکه څرنګه چې حضرت‬
‫محمد صلى هللا عليه وسلم د پېشمني په وروسته کولو او دروژه ماتي په مخکې کولو تاکيد کوي فرمايي‪( :‬ثالث من‬
‫‪.‬اخالق المرسلين‪ :‬تعجيل االفطار و تاخير السحور ووضع اليمين على الشمال في الصلوة)‬
‫ژباړه‪ :‬درې شيان درسوالنو له خويونو څخه دي‪:‬په روژه ماتي تلوار‪ ،‬په پېشمني کې وروسته والى او په لمانځه‬
‫)‪.‬کې ښى الس په چپ اېښودل‬
‫‪.‬فائده يې دا ده چې د زيات ډيهايډرېشن مخه نېسي او په دې توګه څومره چې ممکنه وي ژر بدن ته اوبه رسېږي‬
‫سربېره پر دې کمه اندازه ډيهايډرېشن د وينې دفشار د څه ناڅه کموالي سبب ګرځي چې د لوړ فشار ناروغانو‬
‫‪.‬لپاره هم يو څه ګټه رسوي‬

‫‪:‬د بدن ورزش او دزياتې کالوري ضياع‬

‫په هغه لمانځه کې چې له روژه ماتې وروسته اداء کېږي نژدې دبدن ټول بندونه کافي تمرين کوي او نرمښت تر‬
‫السه کوي‪ ،‬د يوه عالم دڅېړنې له مخې د تراوېحوپه هر رکعت کې لس کالوري انرژي په مصرف رسېږي چې‬
‫په ټولو تراويحو کې ‪ ٢٠٠‬کالوري انرژي په مصرف رسېږي او له دې سربېره د خوړو په هضم او استقالب کې‬
‫‪.‬مرسته کوي‬

‫‪:‬تربيوي او روحي ګټې‬

‫د روژژې مبارکه مياشت که دنبوي سنتو مطابق ونيول شي يوه ښه روحي درملنه ده‪ ،‬روحي قوت زياتوي او انسان‬
‫له فزيکي خنډونو او عاداتو (لکه نسوارو‪ ،‬سګرټو…) څخه بې پروا کوي‪ ،‬همدا وجه ده چې ځينې هوښياران وايي‬
‫چې‪ :‬ښه عادت دادى چې هيڅ عادت ونه لرې‪ .‬روژه دانسان اراده مضبوطوي او په انسان کې دخپل رب په‬
‫وړاندې د عاجزۍ او وفادارۍ احساس قوي کوي‪ ،‬ځکه هغه په قصدي توګه له خوراک او څښاک څخه ځان‬
‫‪.‬اېساروي په داسې حال کې چې په مخ کې يې پريمانه د خوراک او څښاک شيان پراته وي‬
‫د رمضان المبارک د مياشتې روژه نېول د روحي تشويشونو او سوچونو مخنېوى کوي او انسان ته د دې توان‬
‫ورکوي چې څنګه له بدو کړنو څخه ځان وژغوري‪ .‬په خاصه توګه عمليان که څه هم د لږ وخت لپاره له خپل عمله‬
‫الس په سر کېږي د دې هيلې راټوکوي چې د دوى دغه پرهېز به تلپاتي شي او له خپل عادت او عمل سره به د‬
‫‪.‬تل لپاره خداى په اماني وکړي‬
‫دغه خبره همدا راز د هغو په هکله هم صدق کوي چې د چايو او قهوې په څښلو نه مړېږي او ځان ته ضرر‬
‫‪.‬رسوي‬
‫د روژې روحياتي او رواني ګټې بې شمېره دي‪ ،‬روژه داره سړى قانع او مطمئن تر سترګو کېږي‪ ،‬له رواني او‬
‫فکري اړخه مسترح او دمه ښکاري‪ ،‬له هر هغه څه څخه چې د ده روژه زيانمنوي ځان ساتي‪ ،‬په دې توګه په خپل‬
‫سلوک او حواسو پوره کنټرول ساتي‪ ،‬چې د ده دا برخورد او کړنې په ټولنه کې هم په مثبته توګه منعکس کېږي‪،‬‬
‫او نور خلک هم ترې متاثره کېږي‪( .‬حضرت محمد صلى هللا عليه وسلم څه ښه فرمايي‪َ(( :‬ع ْن ابي هريرة رضى‬
‫هللا عنه قال‪ ،‬قال رسول هللا صلى هللا عليه وسلم… واذا کان صوم احدکم فال يرفث وال يصخب فان سابه احد او قاتله‬
‫‪.‬فليقل اني امرؤ صائم‪(.‬صحيح البخاري کتاب الصوم)‬
‫ګڼ شمېر مطالعو دا په ثبو ت رسولې چې په اسالمي هيوادونو کې د جرائمو کچه د دروژې په مبارکه مياشت کې‬
‫ښکته لوېږي‪ .‬په يوه څېړنه کې چې په ايام بيض شوې دپولېسو دجرايمو يوه دوسيه څېړل شوې او ليدل شوې‬
‫‪.‬چې د قمري مياشتې په ديارلسم‪ ،‬څوارلسم او پنځلسم باندې ډېر جرايم سرته رسېدلي وو‬

‫‪.‬نوټ‪ :‬يو سړى له خوړو پرته نژدې دوه مياشتې او له اوبوپرته نژدې يوه هفته ژوند کوالى شي‬

You might also like