Download as pdf or txt
Download as pdf or txt
You are on page 1of 20

‫بسم اهلل الرحمن الرحيم‬

‫عامه اقتصاد‬
‫‪Public Economics‬‬

‫پوهنیار ذبیح هللا (کوټوال)‬

‫ننګرهار پوهنتون‬
‫اقتصــــاد پوهنځـــی‬

‫‪9-1‬‬
‫د دولت کړنې او عامه مخارج‬
‫• په اقتصادي سيستم کې د دولت د عدم مداخلې طرفدار اقتصاد پوهان هم د دولت په وسيله د‬
‫ځينو کاليو او خدماتو په توليد باندې معتقد وو‪ .‬د دولت دغه اقتصادي فعاليتونه د هغو کاليو‬
‫او خدماتو په عرضې پورې مربوطوي‪ ،‬چې د عامو خلکو لپاره ګټور وي‪ ،‬خو خصوصي‬
‫لا د هغه د توليد لپاره داوطلب نه وي‪.‬‬
‫سکتور معمو ً‬
‫• د دولت يا عامه اقتصاد د دندو له جملې څخه يوه هم د عامه اجناسو او خدماتو توليد دی‪.‬‬
‫البته هغه شمېر اجناس او خدمات چې بازار د هغوی په توليد کې لېوالتيا نه لري او يا د‬
‫نورو دليلو له وجې د ټولنې د اړتيا وو د رفع کولو لپاره دولت د هغوی د توليد مکلفيت په‬
‫غاړه لري چې د عامه او يا سياسي کاليو په نوم يادېږي لکه ملي دفاع‪ ،‬ملي قضائي نظام او‬
‫نور‪ ،‬عامه کالي په نړۍ والو‪ ،‬ملي او سيمه ييزو کاليو باندې وېشل شوي دي‪.‬‬
‫د دولت کړنې او عامه مخارج‬
‫• د عامه کاليو اندازه نه يوازې د خلکو د اړتياوو له ل رې‪ ،‬بلکې د نورو لرو او طريقو په‬
‫وسيله هم ټاکل کېږي لکه د خلکو د رايو پر اساس‪ ،‬سياسي تعادل‪ ،‬د رايو د توافع قاعده‪ ،‬د‬
‫اکثريت رايو قاعده‪ ،‬د کمېټې د رايو پر اساس ټاکنه‪ ،‬د ريفرنډم او نورو په وسيله ټاکل کېږي‪.‬‬
‫• دولتونه د خدماتو د وړاندې کولو په موخه او د ټولنې د احتياجاتو د رفع کولو لپاره د دولتي‬
‫مؤسساتو‪ ،‬ادارو او دولتي اقتصادي تصديو تر څنګ خصوصي سکتور هم رامنځ ته کړی‪،‬‬
‫ترڅو د مختلفو اهدافو د ترلسه کولو لپاره ترې ګټه پورته کړي‪.‬‬
‫• د ټولنيز سياست تأمينول د عامه اقتصاد د نويو سياستونو او دندو له جملې څخه دي‪ ،‬چې د‬
‫عامه مصارفو په مرسته دغه ډول تدابير تر لس لندې نيول کېږي ترڅو دغه اهداف ترلسه‬
‫شي‪ ،‬چې ټوله اجتماع له فقر څخه وساتي او د يوه داسې ژوند د تېرولو زمينه ورته برابره‬
‫کړي چې له انساني کراماتو سره برابره وي‪.‬‬
‫د دولت کړنې او عامه مخارج‬
‫• سبسايډيًګانېًاوًبالعوضهًمرستېًدًعامهًمصارفوًپهًچوکاټًکېًيوهًبلهًوسيلهًده‪ً،‬چېً‬
‫دًهغهًپهًمرستهًدولتًدًاقتصاديًانکشافًپهًلرهًکېًدًخنډونوًدًلرېًکولوًدًوسيلېًپهً‬
‫توګهًکارًاخلي‪ .‬معاونتونهًهمًدًدولتًدًمصارفوًلهًجملېًڅخهًيوهًداسېًوسيلهًده‪ً،‬چېً‬
‫دًمهموًاهدافوًلپارهًکارولًکېږيًلکهًحمايه‪ً،‬دًخود کفايۍًوسيله‪ً،‬اقتصاديًپرمختګًاوً‬
‫نور‪.‬‬
‫بودجه او د دولت منابعو او مخارجو جوړښت‬
‫• کوم وخت چې دولت وغواړي د خپلو قانوني وظايفو د ترسره کولو هوډ وکړي د اقداماتو او‬
‫عملياتو لويه او پېچلې ټولګه بايد ترسره کړي‪ .‬د دولت د منابعو محدوديت او د هغې د مصارفو‬
‫پراخوالی او هم د خلکو د کړو وړو نظارت او ارزونه دولت اړ باسي ترڅو هدف ته د رسېدو‬
‫لپاره پروګرام جوړ کړي او دا څرګنده کړي چې په ټاکلو او محدودو دورو کې څه ډول وسايل‬
‫او خدمات‪ ،‬په څه اندازه‪ ،‬د چا لپاره او يا کوم لومړيتوبونه بايد توليد او وړاندې کړي او د هغې‬
‫مالي منابع څه ډول او په څه اندازه لسته راوړي‪ ،‬چې دغه پروسه د دولت د بودجې د ډلبندۍ‬
‫په نامه يادېږي‪.‬‬
‫بودجه او د دولت منابعو او مخارجو جوړښت‬
‫• بودجه د دولت حياتي شاهرګ دی‪ ،‬ځکه چې دولت خپل ټول فعاليتونه د عوايدو او مخارجو د‬
‫ورکړې په ګډون د ګڼ شمېر پروګرامونو د ترسره کولو لپاره د بودجې د قانون په چوکاټ کې‬
‫ترسره کوي‪ .‬پردې سربېره بودجه د دولت د ټولو پالنونو او فعاليتونو هينداره ده او په ملي‬
‫انکشاف کې مهم او حياتي رول لري‪ .‬د ټولنې په مختلفو اقتصادي او اجتماعي برخو کې هر‬
‫ډول پرمختګ د بودجې په چوکاټ کې دی او ددې پرعکس هر ډول په شاتګ او وروسته پاتې‬
‫والی چې په مختلفو ډګرونو لکه اقتصادي‪ ،‬ټولنيز او سياسي کې راځي‪ .‬همدارنګه کو لی شو د‬
‫بودجې د ډلبندۍ په کموالي او نواقصو پورې وتړو‪.‬‬
‫بودجه او د دولت منابعو او مخارجو جوړښت‬
‫• د دولت اقتصادي پالن چې د دولت بودجه هم ورته ويلی شو‪ .‬د دولتي اقتصاد د قانون د‬
‫ضميمې او د بودجې د قانون په توګه او هر کال د پارلمان لخوا تأييدېږي‪ .‬دولتي بودجه د‬
‫پېشبيني شويو مخارجو اعظمي حد دی‪ .‬د هر يوه ثبت شوي هدف او د يوه بودجوي کال‬
‫لپاره د ټولو متوقعه عوايدو مجموعه ده‪.‬‬
‫• دولتي بودجه د دولتي فعاليتونو په څېر د دولتي مخارجو تأثيرات څرګندېږي او د حکومت‬
‫د ټولو پروګرامونو استازيتوب کوي‪ .‬د بودجې په تصويب سره اداري سيستم په خپلو‬
‫فعاليتونو باندې پيل کوي او بودجه د دولتي دندو او مخارجو د پر مخ وړلو مسئوله‬
‫ګرځي‪.‬‬
‫بودجه او د دولت منابعو او مخارجو جوړښت‬
‫• په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د بودجې کلني ترتيبونه په ‪ ۱۲۹۸‬کال کې رامنځ ته شوه‬
‫او په ‪ ۱۳۰۱‬کال کې يې قانوني حيثيت پيدا کړ‪ .‬د بودجې مفهوم او ماهيت کولی شو چې په‬
‫ښه ډول د دولتي بودجې له دندو څخه په استفادې تشخيص کړو‪ ،‬چې په لندې ډول دي‪:‬‬
‫• ‪ -۱‬د ملي عايد د مجدد وېش دنده‬
‫• ‪ -۲‬په اقتصادي پروژو او توليد کې د مداخلې دنده‬
‫• ‪-۳‬دولتي ټولنيزو سياستونو دنده‪.‬‬
‫• د دولت بودجه د حجم او لوی والې له مخې يو لوی مالي سند دی او د اهميت له مخې د ملي‬
‫اقتصاد په کچه يو ډېر مهم او مستقل عامل دی‪ ،‬چې د هېوادونو د اقتصادي او ټولنيز‬
‫پرمختګ لپاره ترې کار اخيستل کېږي‪.‬‬
‫بودجه او د دولت منابعو او مخارجو جوړښت‬
‫• له مالي منابعو څخه سمه او مطلوبه استفاده د مالي مديريت موضوع تشکيلوي‪ .‬د دولتي بودجې‬
‫هدف له جامع او ملی مالي منابعو او امکاناتو څخه سمه ګټه اخيستنه ده ترڅو عمومي اهدافو ته‬
‫ورسېږي‪ .‬نو پردې اساس دولتي بودجه د دولتي مديريت يوه څانګه ده‪ ،‬له معمول سره سم په‬
‫عوايدو او مصارفو پورې د پېشبيني وړ اطالعات په مختلفو ډولونو او بڼو سره د بودجې په‬
‫ليحه کې وېشل شوي دي‪ .‬د لندې اهدافو له مخې په بودجه کې تصنيف ترسره کېږي‪:‬‬
‫‪ -۱‬په برنامه جوړونه او سياست جوړونه کې آسانتيا‬
‫‪ -۲‬د مطلوبو منابعو تخصيص او د بيا ورکړې زياتېدنه‬
‫‪ -۳‬د پايلو تحليل او تجزيه‬
‫‪ -۵‬د بودجې د کنترول آسانتي‬
‫‪ -۶‬د مصارفو او عوايدو پرتله کول‬
‫‪ -۷ -‬د مديريت بهبود‪.‬‬
‫بودجه او د دولت منابعو او مخارجو جوړښت‬
‫• د دولت د مخارجو تصنيف په بودجه کې ډېر پخوانی تصنيف دی‪ ،‬چې په مخارجو باندې‬
‫دقيق او ژور نظارت ممکن ګرځي‪ ،‬چې د دولت د کار کوونکو په خوښه د مخارجو له‬
‫ترسره کولو څخه مخنيوی کوي‪ .‬د دولت د مخارجو تصنيف د ځانګړو موخو لرونکي‬
‫دي‪ ،‬چې په لندې توګه دي‪.‬‬
‫‪ -۱‬د مصرفي موادو پر اساس وېش‬
‫‪ -۲‬د سازماني واحدونو پر اساس وېش‬
‫‪ -۳‬عملياتي وېش‬
‫‪ -۴‬اقتصادي وېش‪.‬‬
‫بودجه او د دولت منابعو او مخارجو جوړښت‬
‫• د مخارجو وېش له پخوا وختونو څخه د افغانستان په بودجه کې د اداري واحدونو او هم د‬
‫مصرفي موادو پر اساس معمول و‪ .‬نو په پای کې د افغانستان د ملي پرمختيايي ستراتيژۍ‬
‫پر اساس د برنامو د وېش يا د برنامو پر اساس بودجه‪ ،‬يا پروګرام پر اساس د نمونې په‬
‫ډول په څو وزارتونو کې کار پيل کړ او هم د وليتونو پر اساس د بودجې ترتيب د‬
‫آزمايښت په شکل پيل شوې‪.‬‬
‫• پردې سربېره د افغانستان ملي پرمختيايي ستراتيژۍ سره سم د بودجې مصارف په اتو‬
‫سکتورونو وېشل شوې او د هر سکتور لپاره په عادي او هم په انکشافي برخه کې‬
‫مصارف ځانګړي شوي او ترتيب شوي‪.‬‬
‫• دولتونه د دندو د اجراء لپاره‪ ،‬د عمومي کاليو او خدماتو د توليد لپاره عوايدو ته اړتيا‬
‫لري‪ ،‬چې دولتونه د خپلو مخارجو د تمويل لپاره مختلفو عوايدو راټولولو ته اړتيا لري‪.‬‬
‫بودجه او د دولت منابعو او مخارجو جوړښت‬
‫• دولتي عوايدو په عمده ډول په مالياتي او غير مالياتي عوايدو باندې وېشل کېدای شي‪ ،‬د‬
‫دولت عوايد په بودجه کې وېشل شوي او په ځانګړي ډول کوډ بندي شوي دي‪ ،‬چې په‬
‫بودجه کې د ښه تنظيم او په ښه شان سره له عوايدو څخه استفاده مساعدوي‪.‬‬
‫• د افغانستان بودجه چې له پخوا څخه په انکشافي او عادي بودجه باندې وېشل شوې‪ ،‬چې‬
‫اوس بهرنۍ بودجه هم پکې زياته شوې او د افغانستان د ملي بودجې په نوم په مختلفو‬
‫برخو کې د دولت فعاليتونه تر خپل پوښښ لندې راولي‪.‬‬
‫دولت او د عوايدو وېش‬
‫د بازار په اقتصادي نظام کې د ټولنې د وګړو خپل عوايد د هغو منابعو د عرضې په‬ ‫•‬
‫وسيله چې له هغو سره دي ترلسه کوي‪ ،‬چې دغه منابع په درې ګروپونو وېشل کېږي‪.‬‬
‫)‪ 1‬انساني پانګه‬ ‫•‬
‫)‪ 2‬مالي پانګه‬ ‫•‬
‫)‪ 3‬فزيکي پانګه‬ ‫•‬
‫انسانيًپانګهًدًکارًپهًمقابلًکېًدًمزدًترلسهًکولًدي‪.‬‬ ‫•‬
‫ماليًپانګهًدًمالًپهًمقابلًکېًدًګټېًترلسهًکولًدي‪.‬‬ ‫•‬
‫فزيکيًپانګهًلکهًځمکهًياًکور‪ً،‬چېًدًاجارېًياًکرايېًپهًمقابلًکېًورکولًکېږي‪.‬‬ ‫•‬
‫دولت او د عوايدو وېش‬
‫• د هر وګړي عوايد د هغه په منابعو پورې تړاو لري‪ ،‬چې له دغو منابعو څخه عوايد‬
‫ترلسه کوي‪.‬‬
‫• د توليد د عواملو وېش په فزيکي يا پانګه ييز شکل د څو عواملو د تأثير لندې راځي لکه‬
‫د ژوند په اوږدو کې د هغوی ذخيره کول او د ځمکو غصب‪ ،‬د بازار په اقتصادي نظام‬
‫کې هغه څه دي‪ ،‬چې د توليدي عواملو په غير عادلنه وېش باندې يې تأثير کړی‪ .‬لکه‬
‫څرنګه چې په انګلستان کې په کال ‪۱۹۹۰‬کې د توليد نيم عوامل د ‪ ۱۰٪‬پانګوالو په لس‬
‫کې وو او پاته نيم عوامل د ‪ ۹۰٪‬وګړو په لس کې وو‪.‬‬
‫دولت او د عوايدو وېش‬
‫شتمني د انساني پانګې په شکل‪ ،‬يعنې انساني قوه د انسان په قدرت او وړتيا پورې ارتباط لري‪ ،‬چې‬ ‫•‬
‫د ژوند په اوږدو کې ترلسه شوی‪ ،‬چې هم له ذاتي او هم له اکتسابي اړخه فرق لري‪.‬‬
‫نړۍ وال واقعيتونه ښيي‪ ،‬چې فقر او بې عدالتي د اقتصادي انکشاف برعکس په هغو هېوادونو کې‪،‬‬ ‫•‬
‫چې د بازار اقتصادي نظام لرونکي دي‪ ،‬مخ پر وړاندې روان دي‪.‬‬
‫علت يې دادی‪ ،‬چې د عوايدو وېش په دې ډول نظامونو کې له يوه اړخه په هغه شتمنيو او پانګو‬ ‫•‬
‫پوري (انساني‪ ،‬مالي او فزيکي پانګه) له خلکو سره دي‪ ،‬اړه لري او له بلې خوا هغه قېمتونه چې په‬
‫دغو عواملو باندې وضع کېږي‬
‫يعنې څوک چې زياتې پيسې لري عوايد يې زيات او له بلې خوا قېمتونه بيا نېستمن او شتمن کسان‬ ‫•‬
‫يو شان ورکوي چې د عوايدو د وېش نا برابري زياتوي‪ .‬ددغو مشکالتو په پام کې نيولو سره‪ ،‬چې د‬
‫عوايدو په وېش کې وجود لري او همدارنګه د بازار اقتصاد ورته پاملرنه نه کوي‪.‬‬
‫نو علماء په دې عقيده شول او دا ضرورت پيدا شو‪ ،‬چې دولت د عوايدو د وېش په برخه کې‬ ‫•‬
‫مداخله وکړي‪ .‬لکه څرنګه چې ماسګريو تأکېد کوي‪ ،‬چې دا ډېره واضح خبره ده‪ ،‬چې د وېش مسايل‬
‫په سياست او د سياست په ټاکولو کې يوه حياتي وسيله ده او وي به‪ ،‬او هېڅ داسې عصري اقتصاد به‬
‫پيدا نه شي‪ ،‬چې د عوايدو وېش په مکمل سره دا مساله حل کړي‪.‬‬
‫د عوايدو منابع‬
‫• خلک‪ً،‬کورنۍًاوًټولًحکميًکسانًمعمولاًخپلًعوايدوًلهًدرېيوًلروًڅخهًترلسهًکوي‪.‬‬
‫• ‪ -۱‬دًلسًمزدوري‪.‬‬
‫• ‪ -۲‬دًعوايدًدًجايدادًاوًملکيتًلهًلرې‪.‬‬
‫• ‪ -۳‬دًدولتًلهًلرې‪.‬‬
‫د عوايدو په نابرابره وېش کې مؤثره عوامل‬
‫• د هېوادونو له تجربو او تاريخي شواهدو څخه د لس ته راغلې پانګې د نابرابر وېش په هکله ښودل‬
‫شوې چې د لس ته راغلې پانګې په نابرابر وېش کې مختلف عوامل وجود لري‪ ،‬چې مشهور يې‬
‫دادي‪:‬‬
‫• الف د بازار شکل‪:‬‬
‫• ب د عايد ډول‪:‬‬
‫• ج تبعيض‪:‬‬
‫• د د اقتصادي انکشاف شرايط‪:‬‬
‫• ه اقتصادي سياستونه‪:‬‬
‫د عوايدو په نابرابره وېش کې مؤثره عوامل‬
‫الفًدًبازارًشکل‪ :‬دًپانګېًدًنابرابرًوېشًعمدهًبرخهًدًاقتصاديًکړنېًپرًاساسًدًبازار‪ً،‬خصوصااًدً‬ ‫•‬
‫توليدًاوًوېشًپهًمرستهًپېژندلًکېږي‪.‬‬
‫دًکوچنيوًاقتصاديًنظريوًپرًاساسًدًوېشًپهًعمليهًکېًمهمًعاملًدًبازارًپهًنظامًکېًدًتوليدي عواملوً‬ ‫•‬
‫نهائيًارزښتًدی‪ .‬نوًدًبازارًنظامًپرًاساسًبازارًاوًانحصارًدًوېشًدًنابرابريًيوًبلًسترًعاملًدی‪ً،‬‬
‫چېًپهًمختلفوًهېوادونوًکېًپهًمختلفوًبڼوًڅرګندېږي‪ً،‬چېًبايدًپاملرنهًورتهًوشي‪.‬‬
‫بًدًعايدًډول‪ :‬دًوېشًدًنابرابرۍًيوًبلًلویًعاملًدًلسًتهًراغلېًپانګېًدًډولًاوًدًترلسهً‪ -‬کولوً‬ ‫•‬
‫طريقهًده‪ً،‬چېًدًوګړوًپهًمرستهًترلسهًکېږي‪ .‬دًمختلفوًعوايدًوًترًلسهًکولًلکهًګټه‪ً،‬دًونډوًګټه‪ً،‬‬
‫پانانګهًييزهًګټه‪ً،‬يعنېًسود‪ً،‬ميراثًاوًنورًکولیًشيًچېًدًخلکوًپهًعوايدًباندېًاغېزهًولري‪.‬‬
‫کهًچېرېًنوموړيًعوايدًپهًوګړوًباندېًپهًمساويانهًډولًووېشلًشيًبياًبهًهمًيوًډولًنابرابريًپهًهغوً‬ ‫•‬
‫عوايدوًکېًچېًلهًکارًڅخهًترلسهًکېږيًموجودهًوي‪ .‬ځکهًمختلفًخلکًدًمختلفوًشرايطوًلرونکيً‬
‫ديًلکهًدًهغویًدًکارًکولوًتوان‪ً،‬مهارتونه‪ً،‬دًکارًډول‪ً،‬کارًتهًتمايل‪ً،‬خطرًمنل‪ً،‬دًزدهًکړوًکچهًاوً‬
‫نورًکولیًشيًچېًدًخلکوًدًعوايدوًپهًنابرابرۍًکېًرولًولري‪.‬‬
‫د عوايدو په نابرابره وېش کې مؤثره عوامل‬
‫• جًتبعيض‪ :‬دًنابرابرًوېشًيوًبلًعاملًنژاديًتبعيضًاوًجنسيًبېلوالیًدی‪ .‬تاريخي شواهدً‬
‫څرګندويًچېًځينېًخلکًدًنژاديًتوپيرًلهًمخېًکارًتهًنهًديًپرېښودلًشويًاوًلهًعوايدوً‬
‫محرومًپاتهًشوي‪ .‬نوًپهًنتيجهًکېًهغهًمختلفًخلکًچېًاقليتًديًدًهغویًعوايدًټيټًپاتهً‬
‫شويًاوًهمدارنګهًښځوًتهًدًکموًمزدونوًورکړهًيوًبلًلملًدیًچېًدًنابرابريًلملًګرځي دً‬
‫مثالًپهًتوګهًدًخلکوًپهًسرپرستيوًدًکورنيوًزياتوالیًپهًدېًوروستيوًدوهًلسيزوًکېًپهًامريکاً‬
‫کېًدًعوايدوًدًوېشًد نابرابرۍًلملًګرځېدلیًدی‪.‬‬
‫• دًدًاقتصاديًانکشافًشرايط‪ :‬دًنړۍًوالًبانکًاوًنوروًمحققينوًڅېړنوًداًموضوعًتًأييدًکړېً‬
‫دهًًچېًدًنابرابرًوېشًموضوعًاکثرااًپهًهغوًهېوادونوًپورېًمنحصرهًدهًچېًاقتصادېًودهًيېً‬
‫دًصنعتي کېدوًپهًلورًروانهًدهًياًپهًبلهًويناًدًلتينېًامريکاً)پيرو‪ً،‬پانامې‪ً،‬برازيلًاوًونزويال(‬
‫هېوادونوًپهًشدت سرهًدًوېشًلهًنابرابريًسرهًلسًاوًګرېوانًدي‪ .‬دًاقتصاديًودېًپهًپيلًکېً‬
‫نابرابرًوېشًډېرًزياتًوي‪ً،‬چېًوروًوروًدًاقتصادًلهًقويًکېدوًسرهًوېشًمخلطًکېږي اوً‬
‫نابرابرۍًيېًکمېږي‪.‬‬
‫د عوايدو په نابرابره وېش کې مؤثره عوامل‬
‫• هًاقتصاديًسياستونه‪ :‬مختلفًاقتصاديًسياستونهًلکهًماليًاوًپوليًکولیًشيًدًوېشًدً ( مثالاً‬
‫دًکموًمزدونوًلرونکوًکارًوبارونوًزياتوالی‪ً،‬دًدولتًدًانتقاليً‪ :‬نابرابريًمخنيویًوکړيً)‬
‫مرستوًکموالی‪ً،‬دًسودًدًنرخًکموالیًاوًپهًعوايدوًباندېًدًمالياتوًکموالیًدًامريکاًپهًاقتصادً‬
‫کېًپه دوهًوروستيوًلسيزوًکېًپهًعوايدوًکېًدًکمًعايدًلرونکوًخلکوًونډهًراکمهًکړهًاوًدً‬
‫زياتًعايدًلرونکوًسهمًيېًزياتًکړًاوًداًپهًدېًورستيوًکلونوًکېًدًعوايدوًدًوېشًدً‬
‫نابرابرۍًلملًشوي‪.‬‬
‫• دًځينوًنامناسبوًاقتصاديًسياستونوًخپلولوًپهًځينوًهېوادونوًکېًدًعوايدوًدًوېشًد نابرابرۍً‬
‫زياتېدوًتهًزمينهًهوارهًکړهًلکهًدًکرنيزوًمحصولتوًاوًدًمصرفيًموادوًلپارهًدًقېمت ايښودلوً‬
‫سياست‬
‫• اوًهمدارنګهًدًمختلفوًنظامونوًشتونًلهًقېمتًڅخهًدًمالتړًلپارهًاوًبېًهدفهًسبسايډۍًپهً‬
‫پرمختياييًهېوادونوًکې‪ً،‬نهًيوازېًداچېًدًعوايدوًوېشًيېًمتعدلًوًنهًساته‪ً،‬بلکېًپهًدغوً‬
‫هېوادونوًکېًيې نابرابريًنورهًهمًزياتهًکړه‪.‬‬

You might also like