Professional Documents
Culture Documents
عامه اقتصاد لومړۍ برخه 1
عامه اقتصاد لومړۍ برخه 1
1
د تدریس مواد
• درسی کتاب
عامه اقتصاد ،لیکوال :پوهاند دوکتور عبد القیوم عارف
Jagdish Handa, Public Economics, 2nd Edition.
• مرستندویه کتاب
• پاورپوینټ سالیډونه
چپټر
2
بسم اهلل الرحمن الرحيم
عامه اقتصاد
Public Economics
ننګرهار پوهنتون
اقتصــــاد پوهنځـــی
9-3
د عامه اقتصاد اساسات
Basic of Public Economics
9-4
سریزه
• د عامه اقتصاد په اړه د اقتصادي مکتبونو او حاکمو نظامونو په فلسفه کې متفاوت
نظرونه وجود لري
• هېڅ یو اقتصادي مکتب په مطلق ډول د عامه اقتصاد موجودیت نه دی رد کړی.
• دلته د بحث موضوع په اقتصاد کې د دولت د مداخلې اندازه او طریقه ده
• په کومه اندازه او څه ډول باید په اقتصاد کې مداخله وکړي.
• کالسیکان چې په اقتصادي چارو کې د دولت د مداخلې مخالف دي بیا هم په
محدودو او مشخصو چارو لکه زېربنائي چارو کې د دولت د مداخلې طرفداري
کوي.
9-5
سریزه
• د عامه اقتصاد یا د دولت د اقتصاد تاریخچه د اقتصاد په علم کې د نورو څانګو په پرتله مهمه برخه ده
← له یوې خوا د اقتصادي تحلیلونو د پرمختګ نښه او په هغه پورې د اړوندو سیاستونو د تکامل
مجموعه ده ،چې کېدای يش د اقتصادي سیستم د ستونزو او مسایلو د حل په برخه کې ترې کار
واخیستل يش
← له بلې خوا د دولت په اقتصادي نظریاتو کې دغه بدلون په اقتصاد کې د ټولنیزو او اقتصاد مبادي
تغیراتو له کبله رامنځته شوي دي.
• دولت خپله دنده یوازې د رسحداتو ساتنه ،د داخيل امنیت تامینول او د لومړنیو اقتصادي زمینو برابرول
ګڼل ،خو د وخت په تیریدو رسه د انساين ارزښتونو ،عدالت او نورو اقتصادي ارزښتونو تامین کې د بازار
له پاتې راتلو رسه د دولتونو رول په تدریج رسه زیات شو ← .اقتصادي نظریاتو د پراخوايل عمده دلیل
په ميل اقتصاد کې د دولت د دندو او مسؤلیتونو لړۍ او ورځ تر بلې د هغه د ونډې زیاتوالی وګڼو.
9-6
د عامه اقتصاد تاریخچه
9-7
د عامه اقتصاد تاریخچه
• د 20پیړۍ په 80لسیزه کې دغه علم په نوي ډول پراختیا وکړه او هغه نظر یې
چې په هغه وخت کې یې زیاتوالی پیدا کړ کوالی شو د اقتصاد د عمومي برخې یا
د عامه اقتصاد په نامه ونوموو.
• په لومړی ځل فرانسه کې د عامه اقتصاد نوم وکارول شو .په فرانسه کې د
) (Koubertکوبرت لخوا په 1924ز کال کې د اقتصاد د عمومي برخې په نامه
کتاب خپور شو او د لومړي ځل لپاره د عامه اقتصاد نوم په کار یوړل شو.
• له هغې وروسته د لیف جوهانسن ) (Johson Lefلخوا په ۱۹۶۵کال له دغه
نوم څخه استفاده وشوه.
9-8
د عامه اقتصاد تاریخچه
9-21
د پولي سیاست پیژندنه او تعریف
Definition of Monetary Policy
پولي سیاست د هر هیواد د مرکزي بانک ( )The Central Bankیعني په
افغانستان کې د افغانستان بانک ) (Da Afghanistan Bank, DABپواسطه
تنظیم او تطبیقیږي.
پولي سیاست په یو هیواد کې د هغه هیواد د اړونده ذي صالحه پولي ادارې یو لړ
اداری فعالیتونه دي چې د هغې په نتیجه کې د پیسو د ارزښت د ساتلو دنده په غاړه
لری.
مرکزی بانک د پولي پالیسي په ذریعه خپل مشخص اهداف – لکه د قیمتونو ثبات،
انفالسیون محدودول ،د تبادلی د نرخ ثبات ساتل ،مالی بازرونو ثبات ،د تادیاتو د
بیالنس کسر له منځه وړل ،کامل استخدام رامنځته کول ،او بالخره اقتصادی وده او
پرمختیا – ترالسه کوی.
پولي سیاست هغه سیاست دي چې د مرکزي باناک لخوا د پیسو د وړاندي کولو
(عرضه کولو) د کنټرول او د اقتصادي عمومي سیاست د اصلي موخو د تر السه
کولو لپاره کارول کیږي
9-22
په عمومی توګه په اقتصادي ډګر کې د دو اقتصادي
نظامونو مقایسه
د سوشیلیزم اقتصادی نظام مهم خاصیتونه د سرمایه داری اقتصادی نظام بنیادی خاصیتونه
)Karl Marx (1818 –1883 )Adam smith ( 1723 -1790
-۱ټولنیز مالکیت (د فردی مالکیت له منځه -1دتولید د وسایلو فردی ملکیت (Private
وړل او تسلیمول یی دولت ته) )ownerships
-۲په اقتصادی ډګرونو کی پالنونه جوړول د -2د قیمتونو د حریت نظام (د عرضی او
حکومت له خوا ( نه د قیمت د میکانیزم په تقاضا د نظام ازادی)
واسطه) Price Mechanism (Market
-۳د حکومت السوهنه او کنټرول په اقتصادی Mechanism) Invisible Hand
فعالیتونوکی -3د حکومت نه السوهنه په اقتصادی
-۴ټولنیز ګټی نیول په نظر فعالیتونوکی
کی (اجتماعی منافع) -4د ځانی ګټو هڅه او پلټنه یعنی افراد به د
-۵د ګټو (عوایدو) ویش په مساویانه توګه ګټو په الس ته راوړلو کی یو تر بله رقابت
کوی )Profit Motive (Private Motive
د بازار اقتصاد ،عامه اقتصاد او مختلط اقتصاد
• د بازار اقتصاد :د بازار اقتصاد هغه اقتصاد دی چې په هغه کې د ټولنې د اړتیا وړ
خدماتو او شیانو یا کالیو تبادله په آزاد ډول د بازارونو له قېمتونو سره سم د پیسو په مقابل
کې ترسره کېږي.
• د بازار اقتصاد هڅه کوي چې د مصرف کوونکو (تقاضا کوونکو) او تولیدوونکو
(عرضه کوونکو) رفتار بیان کړي .په دې نظام کې مصرف کوونکي هڅه کوي چې د
خپل محدود عاید یوه برخه په داسې ډول تنظیم کړي چې د اجناسو د مجموعې د غوره
کولو لپاره ډېر وړ او مناسب وي او د هغه لپاره زیات ګټورتوب (رضایت او تسکین)
ولري او د هغه الرښود د شیانو او خدماتو قېمت دی.
• هغوی تر هغه وخته پورې خپلې تقاضا ته ادامه ورکوي چې د وروستي تقاضا شوي څیز
له ارزښت څخه نهائي افاده نهائي مطلوبیت ولري.
• تولیدوونکي محدودې تولیدي منابع لري او دغه محدودې منابع د هغو شیانو او خدماتو
تولید ته ځانګړې کوي چې د هغه په خرڅالو سره زیاته اندازه ګټه ممکنه وي
په بازار اقتصاد کې اصلي شرط د رقابت شتون دی د رقابتي بازار
اصلي شرطونه په الندې ډول دي:
(1د ډېرو عرضه کوونکو شتون ،په داسې ډول چې هېڅ یو هم په یوازې ډول په قېمت باندې
کوم تأثیر نه شي غورځولی.
(2د ډېرو زیاتو مصرف کوونکو شتون ،چې هېڅ یو هم په یوازې توګه په قېمت باندې کوم
تأثیر نه شي غورځولی.
(3عرضه کوونکي او تقاضا کوونکي بازار ته په داخلېدو او خارجېدو کې آزادي ولري.
(4د بازار له شرایطو څخه د پوره معلوماتو شتون.
(5په بازار کې د شیانو مشابهت.
(6بازار قیمت ورکوونکي خاصیت ولري
9-25
د دولت اقتصاد یا عامه اقتصاد
• عامه اقتصاد هغه علم دی چې له ادارې ،تهیې او د دولت د مالي او پولي وسایلو
له پکار اچولو څخه بحث کوي .د دولت د اقتصادي فعالیتونو تحلیل او تشرېح ،پر
اقتصاد او د تولیدوونکو او مصرف کوونکو د ژوند په سطحه د مالیاتو او عامه
مخارجو تأثیرات د عامه اقتصاد د بحث موضوع تشکیلوي.
• د دولت فعالیتونه او کړنې د ټولنې د هر فرد په ورځني ژوند باندې اغېزه کوي.
قوانین او مقررات ،قضائي او اداري تصامیم او د دولت اقتصادي او ټولنیز
سیاستونه د افرادو د رفتار په تعدیل پورې تړاو پیدا کوي.
• د عاید او ثروت د وېش ،او د منابعو د ځانګړي کولو په څېر د دولت د اقتصادي
سیاستونو ترسره کول ،د دولت د مالیاتو د السته راوړلو ،د نورو عایداتي منابعو
تدارک او د پور پاڼو د نشر دی.
9-26
د دولت اقتصاد یا عامه اقتصاد
• د اقتصادي مؤثریت له نظره د دولت د مداخلي لزوم په الندې موضوعاتو باندې والړ دی:
-۱داچې با زار د مؤثریت په تأمین کې پاتې را شي.
-۲داچې د دولت مداخله دغه پاتې راتلل په ښه توګه جبران کړي.
-۳د دولت دندې په اقتصادي چارو کې د مداخلې یو مهم دلیل دی.
• څرنګه چې د دولت له مهمو دندو څخه یو هم د ټولنیز عدالت تأمین دی او دا هېڅکله د آزاد
بازار اقتصاد له الرې نه شي تأمین کېدلی .نو یوازې د بازار پاتې راتلل د دولت د مداخلې
دلیل نه شي کېدای .اصال د اقتصاد په علم کې د دولت د مداخلې منطق همدا ډول طبیعت او
ددغې مداخلې فضاء له فني او نظري دالیلو سره وړاندې کېږي.
9-27
د دولت اقتصاد یا عامه اقتصاد
• عامه اقتصاد د اقتصاد په مختلفو ساحو باندې هم د لوی اقتصاد او کوچني اقتصاد
په کچه په اقتصادي مسایلو باندې تأثیر کوي او ددغه علم په مرسته موږ کوالی
شو هغو پوښتنو ته ځواب ووایو چې وایي:
• دولت باید څه وکړي؟
• څه ډول یې وکړي؟
• یا داچې په کوم ځای کې مداخله وکړي؟ او په کوم ځای کې مداخله ونه کړي؟
پوښتنې ځوابوي.
9-28
د دولت اقتصاد یا عامه اقتصاد
• لېکن باید پاملرنه وکړو چې نوموړی نظام د غیر رقابتي عواملو په شتون کې
کمزوری کېږي او د پانګوال نظام د نننۍ ټولنې پېچلو او پرمختللو شرایطو ته په
پام سره ممکنه نه ده چې د بازار نظام د دولت له مداخلې پرته وکوالی شي چې
خپل رول ولوبوي .له دې اړخه د دولت مداخله د پام وړ ده او دغه رول لوبول د
ټولنیزو او فردي آزادیو په قلمرو باندې تېری نه دی.
9-29
مختلط اقتصاد
• مختلط اقتصاد هغه ډول اقتصاد دی چې دولت په هغه کې د پام وړ اجناس او خدمات عرضه
کوي او د خصوصي اقتصاد فعالیتونه منظموي.
• په دې ډول اقتصاد کې دولت اکثره وخت د خصوصي اقتصاد په فعالیتونو باندې نظارت لري
او له مالیاتو او بالعوضه مرستو څخه استفاده کوي ترڅو له منابعو څخه د استفادې د تشویق
زمینې برابرې کړي.
• د اقتصاد په دې شکل کې د بازار اقتصاد او خصوصي فعالیت هم مهم ځای لري .د امریکا
متحده ایاالت او د نړۍ اکثره عصري هېوادونه په اوسنی شرایطو د اقتصادي فعالیتونو په سر
ته رسولو کې د مختلط اقتصاد لرونکي دي.
• یا مختلط اقتصاد هغه اقتصادي نظام دی چې په هغه کې له یو اړخه د پانګوال نظام ځینې
ځانګړتیاوې شتون لري او له بلې خوا د دولتي اقتصاد ځینې تدابیر او د مرکزي حکومت
مقررات پکې لیدل کېږي.
9-30
لنډیز
• د عامه اقتصاد پوهه د سیاست پوهانو ،حقوق پوهانو او مدیرانو لپاره اړینه بلل شوې.
• دولت د عامه اقتصاد د بحث محوري موضوع تشکیلوي ،د تاریخ په مختلفو دورو کې
د دولت دندې په اقتصادي فعالیتونو کې یو شان نه وي او هغه تحوالت او پېښې چې تر
دې دمه رامنځ ته شوي د دولت د مسئولیتونو او دندو حدود هم ورسره هم تغییر کړی.
• د دولت د وظایفو د حدودو موضوع او د دولت رول په اقتصادي فعالیتونو کې ځکه
مهمه ده چې په هره اندازه چې په اقتصادي او اجتماعي فعالیتونو کې د دولت د دندو
اندازه زیاته وي په هماغه اندازه عامه اقتصاد زیات اهمیت پیدا کوي او د مالي قوانیو د
پراختیا سبب ګرځي چې په دې برخه کې د دولت د فعالیتونو پراخوالی د تاریخ په
اوږدوالي کې یوه ښه شاهدي ورکوي.
9-31
Definition Of Market: