Download as docx, pdf, or txt
Download as docx, pdf, or txt
You are on page 1of 3

‫پښتورګي‬

‫انسانان په نورما ډول له دوه پښتورګو سره دې نړۍ ته راځي‪ .‬دا غړي لوبيا ته ورته شکل لري‪ .‬هر پښتورګي له ‪ 4‬ت''ر ‪ 5‬اينچ''و پ''ورې‬
‫اوږدوالی او ‪ 3‬اينچه سور لري‪ .‬پښتورګي د شا په الندينۍ برخه کې دولسمې پښتې ته څيرمه د مال د ت'ير پ'ه دواړو خ'واو کې م'وقيعيت‬
‫لري‪ .‬ښی پښتورګی د ځيګر الندې او کيڼ پښتورګی د حجاب حاجز الندې توري ته نږدې موقيعيت لري‪ .‬څرنګ''ه چې ښ''ی پښ''تورګی د‬
‫ځيګر الندې موقيعيت لري‪ ،‬له دې کبله له کيڼ پښتورګي څخه لږ الندې پروت دی‪.‬‬

‫پر هر پښتورګي ادرينال غدې پرتې دي‪ .‬ه'ر ي'و پښ''تورګی د ش''حم پ'ه دوه طبق'و کې نغښ''تل‬
‫شوی دی چې له صدماتو څخه يې وژغ''وري‪ .‬ه''ر پښ''تورګی ل''ه مث''انې س''ره د ي''و ټي''وب پ''ه‬
‫مرسته نښ'تلی دی چې ح'الب يې ب'ولي‪ .‬پښ'تورګي پ'ورې اړون'د ه'ره چ'اره پښ'تورګيزه بل'ل‬
‫کيږي‪ .‬که يو سړی يوازې يو سالم پښتورګی هم ولري ژوند کولی شي‪.‬‬

‫پښتورګي په بدن کې ګڼې مهمې دندې ترسره کوي‪.‬‬

‫د وينې فلترول‪ :‬پښتورګي له وينې څخه فاضله مواد لرې کوي‪ .‬وينه‬ ‫‪.1‬‬
‫پښتورګي ته د پښتورګيزې مرغړۍ له الرې راځي‪ .‬په هره دقيقه کې د ټول بدن د وينې‬
‫څلورمه برخه له پښتورګو تيريږي ‪.‬‬
‫پښتورګي وينه کنټرولوي او په يوه ورځ کې يې ‪ 444‬ځلې فلتر کوي‪ .‬د هر يوه پښتورګي په منځ کې په ميليونونو کوچني‬
‫فلترونه موجود دي چې نيفرون يې بولي‪ ،‬دا فلترونه له وينې څخه فاضله مواد اخلي او بيا يې له اوبو سره د يو ځای کولو له‬
‫الرې اطراح کوي ‪.‬‬

‫پښتورګي متيازې جوړوي‪ :‬په بدن کې فاضله او هغه مواد چې نوره اړتيا نه ورته ليدل کيږي سره راټوليږي‪ ،‬او بيا له اوبو‬ ‫‪.2‬‬
‫سره يو ځای کيږي چې متيازې جوړې کړي‪ .‬هر يو پښتورګی متيازې جوړوي او بيا يې د حالب له الرې مثانې ته ليږي ‪.‬‬
‫مثانه له عضالتو جوړه شوې کڅوړه ده چې متيازې ذخيره کوي‪ .‬کله چې مثانه نيمه ډکه شي‪ ،‬مرکزي عصبي سيسټم د‬
‫خبرولو لپاره يو پيغام ليږي چې اړوند سړی تشناب ته د تللو اړتيا لري‪ .‬بيا متيازې له مثانې څخه احليل ته ځي‪ ،‬دا هغه‬
‫ټيوب دی چې متيازې له بدن څخه بهر انتقالوي ‪.‬‬

‫پښتورګي په بدن کې انډول ساتي‪ :‬پښتورګي د بدن د مايعاتو او منرالونو د اندازې انډول ساتي‪ .‬مايعات له بدن څخه په‬ ‫‪.3‬‬
‫بيالبيلو الرو اطراح کيږي لکه خوله او متيازې‪ .‬کله چې د بدن د مايعاتو اندازه ولويږي‪ ،‬پښتورګي تر هغه وخت پورې‬
‫مايعات ساتي چې اړوند شخص اوبه او يا نور مايعات واخلي‪ .‬د پښتورګو له خوا د بدن د مايعاتو او منرالونو د انډول ساتنه د‬
‫هوميوستازز په نامه ياديږي ‪.‬‬

‫پښتورګي د وينې د فشار په تنظيم کې مرسته کوي‪ :‬پښتورګي يو داسې هورمون جوړوي چې د بدن شريانونه تنګولی‬ ‫‪.4‬‬
‫شي ‪،‬او دا د دې المل ګرځي چې پښتورګي مالګه او اوبه بيا جذب کړي او د وينې فشار پورته کړي ‪.‬‬

‫د وينې د سرو کروياتو په جوړولو کې مرسته کوي‪ :‬پښتورګي يو داسې هورمون جوړوي چې بدن ته د اړتيا پر مهال د سرو‬ ‫‪.5‬‬
‫کروياتو د جوړولو دستور ورکوي ‪.‬‬

‫پښتورګو ته د پاملرنې په موخه بايد يو سړی په يوه ورځ کې له ‪ 6‬تر ‪ 8‬ګيالسه اوبه او يا کوم بل صحي څښاک لکه تازه جوس او يا‬
‫شيدې وڅښي‪ .‬سړی بايد صحي خوراک او تمرين وکړي‪.‬‬
‫د پښتورګي په اړه پوښتنې‪:‬‬

‫څو ځوابه پوښتنې‪:‬‬

‫هوميو ستازز څه ته وايي‪:‬‬

‫د پښتورګي له خوا د فاضله موادو لرې کول‬ ‫‪.a‬‬


‫د پښتورګي له خوا د بدن د مايعاتو او منرالونو انډول ساتل ‪ .c‬د پښتورګي له خوا د وينې د‬ ‫‪.b‬‬
‫سرو کروياتو جوړيدل ‪ .d‬ټول صحيح دي‬

‫ميچل‪:‬‬

‫‪ .a‬په پښتورګي کې يو کوچنی فلتر دی‬ ‫ـــــــــ ‪ .2‬نيفرون‬

‫‪ .b‬يو اوږد ټيوب چې پښتورګي له مثانې سره نښلوي‬ ‫ـــــــــ ‪ .3‬مثانه‬

‫‪ .C‬هغه ټيوب چې متيازې له بدن څخه بهر انتقالوي‬ ‫ـــــــــ ‪ .4‬احليل‬

‫‪ .d‬د عضالتو څخه جوړه شوې يوه کڅوړه چې متيازې ساتي‬ ‫ـــــــــ ‪ .5‬حالب‬

‫د پښتورګي درې دندې په لنډه توګه وليکئ‪:‬‬

‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬ ‫‪.6‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬ ‫‪.7‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬ ‫‪.8‬‬

‫صحيح او غلط‪:‬‬

‫ـــــــــ ‪ .9‬يو سړی نشي کولی چې د يوازې يوه سالم پښتورګي په مرسته ژوند وکړي ‪.‬‬

‫ـــــــــ ‪ . 04‬ددې لپاره چې د پښتورګو روغتيا او ښه فعاليت ته مو پاملرنه کړي وي‪ ،‬يوه سړي ته پکار دي چې د ورځې ‪8-6‬‬
‫ګيالسه اوبه او يا تازه جوس وڅښي ‪.‬‬

‫ـــــــــ ‪ .00‬په پښتورګو پورې هره يوه اړونده چاره د پښتورګيزې په نامه ياديږي ‪.‬‬

‫ـــــــــ ‪ .02‬انسانان له يوه پښتورګي سره نړۍ ته راځي‪.‬‬

‫ـــــــــ ‪ . 03‬پښتورګي د شحم په دوه طبقو کې نغښتل شوي دي چې ساتنه يې وکړي‪.‬‬


‫د پوښتنو ځوابونه‪:‬‬

‫څو ځوابه پوښتنې‪:‬‬

‫هوميو ستازز څه ته وايي‪:‬‬

‫د پښتورګي له خوا د فاضله موادو لرې کول‬ ‫‪.a‬‬


‫د پښتورګي له خوا د بدن د مايعاتو او منرالونو انډول ساتل ‪ .c‬د پښتورګي له خوا د وينې د‬ ‫‪.b‬‬
‫سرو کروياتو جوړيدل ‪ .d‬ټول صحيح دي‬

‫ميچل‪:‬‬

‫‪ .a‬په پښتورګي کې يو کوچنی فلتر دی‬ ‫ــــ‪a‬ـــ ‪ .2‬نيفرون‬

‫‪ .b‬يو اوږد ټيوب چې پښتورګي له مثانې سره نښلوي‬ ‫ـــــ‪d‬ــــ ‪ .3‬مثانه‬

‫‪ .C‬هغه ټيوب چې متيازې له بدن څخه بهر انتقالوي‬ ‫ـــــ‪b‬ـــ ‪ .4‬احليل‬

‫‪ .d‬د عضالتو څخه جوړه شوې يوه کڅوره چې متيازې ساتي‬ ‫ــــ‪c‬ــــ ‪ .5‬حالب‬

‫د پښتورګي درې دندې په لنډه توګه وليکئ‪:‬‬

‫د وينې فلترول د متيازو‬


‫جوړول په بدن کې د توازن‬
‫ساتل د وينې د فشار تنظيمول‬
‫د وينې د حجراتو جوړول‬

‫صحيح او غلط‪:‬‬

‫ــ غلط ــ ‪ . 9‬يو سړی نشي کولی چې يوازې د يوه سالم پښتورګي په مرسته ژوند وکړي ‪.‬‬

‫ـ صحيح ـ ‪ . 04‬ددې لپاره چې د پښتورګو روغتيا او ښه فعاليت ته مو پاملرنه کړي وي‪ ،‬يو سړي ته پکار دي چې د ورځې ‪-6‬‬
‫‪ 8‬ګيالسه اوبه او يا تازه جوس وڅښي ‪.‬‬

‫ـ صحيح ـ ‪ .00‬په پښتورګو پورې هره يوه اړونده چاره د پښتورګيزې په نامه ياديږي ‪.‬‬

‫ــ غلط ــ ‪ .02‬انسانان له يوازې يوه پښتورګي سره نړۍ ته راځي‪.‬‬

‫ـ صحيح ـ ‪ . 03‬پښتورګي د شحم په دوه طبقو کې نغښتل شوي دي چې ساتنه يې وکړي‪.‬‬

You might also like