Professional Documents
Culture Documents
رزاعتی
رزاعتی
لپاره مساعد
اقلیمي شرایط لري .کندهار والیت د بيالبيلو غلو دانو ،میوه جاتو ،سبزیجاتو او صنعتي نباتاتو کوربه ګڼل کیږي او د تولید لوی مرکز
دي .له دې مرکز څخه په زیاته پیمانه محصوالت د هیواد د بیال بیلو برخو ترڅنګ د آسیا ډېرو هیوادونو کي مارکېټ لري .که څه هم
د کندهار د صادراتو کچه د اوسني عصر او پرمختګونو په پرتله کمه ده خو ځیني محصوالت لکه انار ،انګور ،انځر،بادام ،زیره او
نور د بهرنیو اسعارو د السته راوړلو له پاره مهم اهمیت لري .دا چې نه یوازې کندهار بلکې د ټول هیواد په کچه د کرنې او مالداری
سکتور ډیر زیات پرمختګ او مثمرې ودې ته اړتیا لري او اړینه ده چې دا برخه پیاوړې شي او دوامداره کار ورته وشي د همدې
لپاره د افغان دولت د انکشافي او فرهنګي پالیسیو پر اساس په ۱۳۹۱هـ ،ل کال کي د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژي ملي
پوهنتون بنسټ کېښودل شو .د نباتي علومو پوهنځۍ د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون د ایجاد سره سم په
۲۰/۱۰/۱۳۹۱- ۳۶۵/۳۷۲ګڼه نیټه حکم د پوهنتون په اکاډمیک تشکیل کي منظور او ځای پر ځای شوې ده .د نباتي علومو پوهنځۍ
د پیل سره سم اته ( )۸څانګي (اګرانومي ،هارټیکلچر ،نبات ژغورنه ،بایوتکنالوژي ،کرنیزه انجنیری ،خاوره پوهنه او اوبو لګونه،
ځنګل پوهنه او طبیعي منابع او جنتیک او دنباتاتو اصالح) د لیسانس او فوق لیسانس پروګرامونو د پرمخ بیولو لپاره د وزارت مقام
لخوا رسمًا منظور سوې دي .په همدي اساس او امکاناتو ته په کتو سره د ۱۳۹۲هـ،ل کال د حوت په میاشت کي لومړی دوره ۲۱
تنه د ماستری محصالن د اګرانومی څانګي ته جذب او د هند هیواد ( )IARIاو انسټو پوهنتونونو په ګډه همکارۍ په ۱۳۹۵کال کي
فارغ شول ،په ترتیب سره د یادي څانګي په دویمه تحصیلي دوره کي نولس ( )۱۹تنه محصالن د اګرانومی څانګي څخه فارغ ،دریمه
تحصیلي دوره کی شل ( )۲۰تنه محصالن داګرانومی څانګي څخه فارغ او همدا شان څلورمه تحصیلي دوره کي لس ( )۱۰تنه
محصالن جذب او اګرانومي څانګه کي په تدریس او څیړنو بوخت دي .د وخت د مسؤولینو له اړخه د لوړو زده کړو وزارت ته د
منظوري اخیستلو په موخه ۱۲/۲/۱۳۹۷ - ۲۲۷/۱۱۱ګڼه نیټه لیک له مخي د نباتي علومو پوهنځۍ کي د فوق لیسانس په کچه د
اګرانومی ،هارټيکلچر او نبات ژغورني څانګي د دوهم ځل لپاره منظوري او د ماستري د زده کړو ته د محصالنو د جذب حکم
اخیستل سوي او په همدي اساس او امکاناتو ته په کتو سره د دې پوهنځۍ دریو (اګرانومي ،هارټیکلچر او نبات ژغورني) څانګو ته په
۱۳۹۷ل ل .کال د لوړو زده کړو وزارت په حکم د کانکور آزموینې له الري ( )۱۷تنه په هارټیکلچر او ( )۹تنه په نبات ژغورنه
څانګه کي د ماسټری زده کړي پروګرام ته جذب شول چی تدریس او علمی څیړنو کارونه یی پای ته رسیدلی دی او اسناد یی تر
پروسیس الندی دی .دا چي د پوهنځۍ ګڼ شمېر استادان د ماسټری او دوکتورا سند ترالسه کولو او ظرفیت لوړولو په منظور د هیواد
په دننه او بهر کي په لوړو زده کړو بوخت دي او ډیر استادان بیا د خپلو لوړو زده کړو له بشپړیدو څخه وروسته ۴تنه د دوکتورا او
۵تنه د ماستر په کچه په مختلفو څانګو کی بیرته خپل وظیفوی اشغال کړی دی او سلسله روانه ده نویاد منظور سویو څانګو کی به د
۱۴۰۳کال په جریان کی د پالن له مخی د هندوستان هیواد ))IARIپوهنتون سره د تفاهم نامې له مخي او په داخلی امکاناتو سره به
نوی محصیالن جذب سی .د کندهار پوهنتون د پخوانۍ کرهڼي پوهنځۍ او څیړنیز فارم د ادغام له پاره د لوړو زده کړو وزارت له
خوا با صالحیته موظف هئیت اناسټو پوهنتون ته تشریف راوړي وو چي د یادې پوهنځۍ او اړوند فارم ټول علمي او اداري تشکیل او
وسایل د ځانګړي طرحې له مخي د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون په نباتي علومو ،حیواني علومو او کرنیز
اقتصاد او توسعې پوهنځۍو کي مدغم کړي .د ادغام په پایله کي د پخواني کرهڼي پوهنځۍ ۳لویي څانګي (اګرانومي ،هارټیکلچر او
نبات ژغورني) د نباتي علومو پوهنځۍ د مشابهو څانګو سره یو ځای او ترڅنګ ئې ۵نورې څانګي (خاورې پوهنه او اوبولګونه ،
ځنګل پوهنه او طبیعی منابع ،بایوټکنالوژي ،جنتک او د نباتاتو اصالح او کرنیزه انجنیری) د هغه لس کلن پالن له مخي چي اناسټو
پوهنتون د هند هیواد سره لري ،دفعاليدو چاري بشپړي شوې .یاد هئيت د پخواني فارم د بستونو د موضوع ترڅنګ په هره تحصیلي
څانګه کي استادان د هغو د اخیري تحصیلي سند ،سویې او د څانګي د تشکیل د ایجاد له مخي تنظیم او د پوهنتون د علمي شورا په (
)۱۱ګڼه ۴/۱۲/۱۳۹۹نیټه فوق العاده غونډي ته وړاندي کړه چي تر تائید وروسته ترتیب شوی جدول ئې د منظوری په موخه
وزارت مقام ته وړاندي کړل او منظوری یی تر السه سوی .د یادوني وړ ده چي نباتي علومو پوهنځۍ ( )۴۶تنه استادان )۱۰( ،تنه
محصلین په فوق لیسانس برنامو او ( )۱۵۵تنه نارینه محصلین د لیسانس برنامې په مختلفو څانګو کي لري.